کتاب
کتاب
رسالة واحدة فقط!
یوازې یو پیغام! ډاکټر ناجی بن ابراهیم العرفج ډالۍ په ریښتیا او اخلاص سره د حق موندونکو لپاره. د بیدار عقل خاوندانو لپاره.
د نېکمرغه ژوند لپاره ګټورې وسیلې
د شیخ عبد الرحمن بن ناصر السعدي کتاب: (د نېکمرغه ژوند لپاره ګټورې وسیلې) د ریښتینې نېکمرغۍ اسباب له یوه ژور ایماني لیدلوري څخه څېړي، او لوستونکی د ایمان، نېک عمل، د الله تعالی ذکر، قناعت، په نعمتونو کې د فکر کولو، احسان، توکل، صبر او ښایسته اسلوبو سره د چارو ارزولو ته لارښوونه کوي، دا کتاب ستا مخې ته د ژوند د بدلونونو سربېره د یو ډاډمن، متوازن او نېکمرغه ژوند نقشه ږدي.
درې ګوني اصول او دلایل یې
دغه کتاب هغه اساسي اصول بيانوي چې پر مسلمان يې زده کول لازم دي: د الله تعالی پېژندنه، د اسلام دين پېژندنه، او د نبي محمد صلی الله علیه وسلم پېژندنه، او د قرآن کریم او نبوي احادیثو د دلایلو پر بنسټ د ایمان او صالح عمل په جوړولو کې د دغو اصولو پر اهمیت ټینګار کوي.
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر
لیکنه: عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد؛ المرسل رحمة للعالمين، وعلى آله وأصحابه الذين حملوا كتاب ربهم سبحانه وسنَّة نبيهم -صلى الله عليه وسلم- إِلى من بعدهم، بغاية الأمانة والإتقان، والحفظ التام للمعاني والألفاظ - رضي الله عنهم وأرضاهم - وجعلنا من أتباعهم بإِحسان. وحجة على العباد أجمعين أما بعد : پخوانیو او اوسنیو علماوو پدې اتفاق کړی دی چې د احکامو د اثبات او د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې -چې باطل ورته نه له مخکې او نه له شا راتګ کولی شي - د حلالو او حرامو د بیانولو -…
د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام
د علامه شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله لخوا لیکل شوی کتاب "د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام" چې د قرآن او سنت پر بنسټ د پاکوالي، لمونځ او جنازه په واضح ډول تشریح کوي، د دې کتاب موخه داده چې مسلمان خپل عبادتونه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د منهج مطابق، په بصیرت او پوهې سره ترسره کړي، همداراز، دا کتاب د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د طریقي په پیروي کې هڅه کوي، او د اسانتیا او التزام ترمنځ توازن ساتي، همدارنګه اخلاص او پیروي ته تشویقوي ترڅو عبادتونه د الله جل جلاله لپاره د منلو وړ او د هغه تعالی نږدې والی حاصل شي.
د ښځو د طبیعي وینو(حیض، نفاس او استحاضې) په اړه یو پېغام
د علامه شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله لخوا "د ښځو د طبیعي وینو په اړه" لیکل شوی کتاب یوه پياوړې علمي لیکنه ده چې د ښځو د طبیعي وینو (حیض، استحاضې او نفاس) په اړه یې د قرآن کریم او سپېڅلي سنت پر بنسټ په دې مسائلو کې د علماوو د ویناوو له کره پوهې سره مل څېړنه او تحقیق کړی دی. په دې لیکنه کې د وینو احکام، د بېلابېلو حالتونو تر منځ کره توپیرونه او پدې اړه د مسلمانې ښځې لپاره شرعي دلیلونه وړاندې شوي څوسمې لارې ته هدایت شي او په دین کې پوهاوی تر لاسه کړي.
د دعا فضیلت او آداب او هغه وختونه چې دعا کول پکې مستحب دي:
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، أما بعد: یقینا دعا له هغو لویو کارونو څخه ده چې بنده پرې خپل رب ته نږدې کېږي، او دعا غوښتل دلیل دی په عاجزي کولو د بنده خپل رب ته، او پر خپله کمزورۍ د هغه اعتراف ده، ناچارۍ او خوارۍ د خپل رب پر وړاندې، حال دا دی چې انسان ته پرته د خپل رب له مرستې او کومک نه بله چاره او لاره نشته؛ او له دې وجې نه الله تعالی هغه څوک چې دعا غوښتل پرېږدي، کبرجن بللي، الله فرمايي: او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي. سورت غافر آیت نمبر 60 او رسول الله صلی الله علیه…
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده
لیکنه بسم الله الرحمن الرحيم سریزه ټولې ستاینې یوازې الله لره دي، او درود او سلام دې وي پر هغه چا چې وروسته ترې بل نبي نشته، او د هغه پر کورنۍ او ملګرو (دې د الله درود او سلام وي).
د توحيد کتاب
کوم چې د الله حق دی پر بنده ګانو. د شيخ الاسلام ليکنه محمد بن عبدالوهاب التميمي ۱۲۰۶هـ پاملرنه
کتاب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال.
د شیخ الاسلام؛ نومیالي(نامتو او مشهور عالم) او مجدد(چې پخپل دور کې یې اسماني دین بیان کړ) امام شیخ محمد بن عبد الوهاب - رحمه الله- لیکنه. د السعودیة کتابتون 269 / 86 شمېرې لاسي نسخې او څو نورو چاپ شوو نسخو سره پرتله کول او تصحیح یې د یو شمېر شیخانو هر یو: عبد الكريم بن محمد اللاحم، ناصر بن عبد الله الطريم، سعود بن محمد البشر لخوا تر سره شوې ده. په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم. باب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال. په اوداسه کې او په عاجزئ شره وتل سنت دي د پیغمبر-صلی الله علیه وسلم- د دې وینا د وجهې: کله چې یو ستاسې څخه په ښایسته طریقې سره اودس وکړي، بیا…
د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سیرت.
ليکنه: شيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز "الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله وخيرته من خلقه سيدنا و إمامنا محمد بن عبد الله، وعلى آله وأصحابه ومن والاه. وبعد، محترمو ورونو او ګرانو بچيانو، په دې وينا (محاضره) کې درته داسې څه وړاندې کوم، چې فکرونه مو روښانه او حقايق څرګند کړي، د الله او بندګانو لپاره نصيحت، او د هغه چا يو څه حق ادا کول چې په اړه يې وينا کوم، د وینا عنوان دی: د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سيرت. کله چې خبره د مصلحينو، دعوتګرو او نوښتګرو اړوند وي، د دوی د احوالو، نېکو خويونو او لويو کارونو يادونه په کې وي، او د دوی هغه سيرت په کې تشريح کېږي چې پر…
د اسلام فضيلت.
امام محمد بن عبدالوهاب. باب دی په فرضيت د اسلام کې ...او د الله تعالی دا قول: {او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي} د آل عمران سورت: ۸۵ آیت) او د الله تعالی دا قول: {او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي} [۲] (الأنعام: ۱۵۳) [1] آل عمران سورت ۸۵ آيت. [۲] الأنعام سورت ۱۵۳ آيت. مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي. او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی…
الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين
الله - جل جلاله-؛ د مینه والو آرامتيا د الله جل جلاله ښکلي نومونه او د هغه غوره صفتونه له کتاب او سنت څخه عبدالله بن مشبب بن مسفر القحطاني د چاپ حقونه د لیکوال لپاره خوندي دي دویم چاپ ۱۴۴۱هـ ق – ۲۰۲۰ زیږدیز کال
د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.
اسلام داسې يو مهم کتاب دی چې د اسلام پر داسې لڼډ تعريف مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه د هغه اصول، ښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دغه کتاب مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفو خلکو ته د هغوی په ژبو د ظروفو او حالاتو له اختلاف سره په هر ځای او وخت کې متوجه دی. له قرآن کريم او نبوي سنتو څخه پر دلايلو مشتمله نسخه ده. اسلام د الله له لوري ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه داسې تلپاتې الهي پيغام دی چې د رباني پيغامونو پای ته رسوونکی دی. اسلام ټولو خلکو ته د الله يو پيغام دی هغه فرمايي: او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق…
الإسلام والإلحاد وجها لوجه
له الحاد (بې دینۍ) څخه اسلام ته تېښته سوال او ځواب د الله په نوم، حمد او ثنا دې وي، درود او سلام دې وي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه پر کورنۍ او اصحابو او پر هغو کسانو چې هغه ته وفادار دي؛ اما بعد دا یو کتاب ګوټی دی: ( له الحاد -بې دینۍ- څخه اسلام ته تېښته). دا رساله مونږ ته "د الحاد طبیعت" او ډولونه بیانوي، او دا چې څرنګه الحاد د عقل او (الهي) فطرت له بدیهیاتو سره په ټکر کې دی. او دا رساله د خالق ذات د ثبوت ځنې دلایل وړاندې کوي .
هندویزم د خپلو اصلي تعلیماتو، عقل او سالم فطرت په تله کې
د کتاب جزئيات ليدو لپاره کليک وکړئ.
المنهج الوجيــز
بسم الله الرحمن الرحیم لنډ نصاب د نوي مسلمان لپاره د ټولګي تعلیمي نصاب بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله الذي هدانا للإسلام، ودلّنا إلى سبل السلام، وبعث فينا خير الأنام، صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا. أما بعد: موږ خوښ یو چې تاسو ته دا کورس وړاندې کوو چې ریښتینی دین (د اسلام دین) معرفي کوي او د هغه علمي او عملي اړتياوې بیانوي، د دې لپاره چې ستا د دین په پیژندلو کې ستا لپاره چابي او د اسلام د احکامو په پلي کولو کې درسره مرسته کوونکی شي. دا کورس تاسو ته دا شیان وړاندې کوي:
کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.
دا(موسوعه) د عقیدې د ټولو بنیادي او مهمو مسایلو د پاره یوه پراخه او ځانګړې ذخیره ده چې د عقیدې مسایل یې له سپیڅلي کتاب (قرآن کریم) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره تړلې دي، سربیره پر دې یې د عقیدې بنسټ په لنډه او ساده توګه ایښودی چې عقیده او اړونده مسائل یې په آسانو الفاظو سره بیان کړي، همدا رنګه پکې هڅه شوې چې موسوعه د فلسفي او کلامي مبحثونو څخه وساتل شي، او موخه یې دا ده چې د عقیدې اړونده موضوعګانې پداسې یو اسانه طریقه د مخاطبینو مخې ته کیږدي چې د ټولو علمي مستواو خاوندان ورباندې په تمامه معنی پوه شي.
د اسلام په اړه لنډ پېغام؛ لکه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلی دی
بسم الله الرحمن الرحيم اسلام (له دلايلو څخه خالي نسخه)[۱] [۱] د دې رسالې یوه بله نسخه شتون لري چې د هغې پر هره مسئله له قرآن کريم او نبوي سنتو څخه دلایل وړاندې شوي دي، د مطالعې لپاره يې د دې تړوني له لارې وګورئ: https://islamhouse.com/ar/books/2830071. دا داسې يو اړین پیغام دی چې د اسلام پر لنډې پېژندنې مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه یې بنسټونه، لارښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دا پیغام مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفينو ته د هغوی په ژبو د بېلابېلو ظروفو او حالاتو سره په هر ځای او وخت کې متوجه دی. ۱. اسلام د الله له لورې ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه يو تلپاتې الهي پيغام…
هغه ذکرونه (دعاګانې) چې صبا او بېګاه ویل کیږي
د الله په نوم شروع کوم چې نهايت مهربان او بې اندازه بښونکی دی (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ). (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه…
زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟
هر څه د خالق د وجود څرګندونه کوي اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي؟ په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟ انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟ تاسو د خپل بدن او د ژوندیو موجوداتو په سیسټمونو کې دا دقیق جوړښت څنګه تشریح کوئ؟ او دا چا لومړی پېدا کړی دی؟ دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېرېدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟
اسلام د الله د رسولانو دین دی
اسلام د کائناتو خالق او د چارو سمبالوونکي ذات ته د محبت او تعظیم له مخې تسلیمېدلو ته وایي. د اسلام اساس په الله جل جلاله ایمان لرل دي، او دا چې هغه خالق دی او له هغه پرته نور هرڅه مخلوق دي، او دا چې هغه یواځې د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري، له هغه پرته په حقه هېڅوک د عبادت وړ ندی، د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي، او هغه مطلق ذات دی چې له هرې نېمګړتیا پاک دی، نه یې څوک زیږولی، نه له چا زیږیدلی او نه کوم سیال او برابر لري، له خپلو مخلوقاتو څخه په هېڅ شي کې نه منحل کیږي. اسلام د الله تعالی هغه دين دی چې له هغه پرته بل هېڅ دين له خلکو څخه نه مني او دا هغه دين دی چې ټولو انبياوو…
اسلام د رب العالمین دین دی
بسم الله الرحمن الرحيم رب دې څوک دی؟ دا په کایناتو کې ترټولو لویه پوښتنه ده؛ او دا ترټولو مهمه پوښتنه ده چې انسان یې باید په ځواب پوه شي. زموږ رب هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي او له اسمانه یې اوبه نازلې کړي او په هغو سره یې میوې او ونې راشنې کړي چې زموږ او د هغو څارویو لپاره خواړه شي چې موږ ترې خوراک کوو. او دی همغه ذات دى چې موږ او زموږ پلرونه یې پيدا كړي، او همغه ذات دی چې شپه او ورځ یې پیدا کړي، او همغه ذات دی چې شپه یې د خوب او استراحت لپاره او ورځ یې د رزق د پلټنې لپاره ګرځولې. او دی هماغه ذات دی چې لمر، سپوږمۍ، ستوري او سمندرونه یې زموږ تابع کړي او څاروي یې زموږ تابع ګرځولي…
معلومات وأوصاف التطبيقات في المتاجر
د قران کریم موسوعه QuranEnc. په مختلفو ژبو د قران کریم د معناګانو معتبرې ژباړې د اپلیکیشن په اړه توضیح: د نړۍ په ژبو کې د قرآن کریم د معناګانو او تفسیرونو لپاره وړیا، معتبره او پرمختللې بریښنایي مرجع چې په ربوه کې د دعوت او ارشاد، د لږکیو د پوهاوي اړوند ټولنه او په بېلابیلو ژبو د اسلامي منځپانګې د چوپړتیاوو د ټولنې لخوا چمتو شوې ده. د اپلیکیشن ځانګړتیاوې: لوړ اعتبار: د دقیقو معیارونو له مخې د غوره ژباړو ټاکل چې دا معیارونه د اهل سنت والجماعت له معتبرو سرچینو څخه اخیستل شوي دي، ورپسې یې بیا کتنه شوې او پراختیا ورکول شوې ده، سربیره پر دې نوي لغتونه ژباړل شوي او په دوامداره توګه پراختیا ورکول…
الشهادتين
کله دې چې د مسلمانېدو اراده وکړه، نو باید په اوریدلي غږ سره لاندې ګواهي ورکړې، په معنا یې ځان پوه کړې او ایمان پرې راوړې: أشهد أن لا إله إلا الله زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته (د دې الفاظو معنا داده چې یوازې یو الله د عبادت وړ دی)، وأشهد أن محمدًا رسول الله، وأن عيسى بن مريم هو عبد الله ورسوله. او ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، او پر دې چې عیسی زوی د مریم د الله بنده او د هغه رسول دی. أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً رسول الله. زه ګواهي ورکوم چې نشته دی لایق د عبادت، مګر یو الله دی، او ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت
په دې کتاب "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت " کې شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه په ساده انداز او کره میتود کې لنډیز کړې ده چې د مستندو دلایلو پر بنسټ ولاړ مېتود دی، ترڅو د مسلمانانو لپاره په لمانځه کې د لارښود په توګه کار وکړي، په دې کې یې د لمانځه ارکان، سنتونه او طریقه له اوداسه څخه تر سلام اړولو پورې بیان کړې ده، چې دلیل او تشریح یې دواړه سره یو ځای کړي دي، هغه (مسلمانانو) ته بلنه ورکړې ده چې په ستر عبادت (لمانځه) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې بشپړه اقتدا وکړي.
د سفر آداب او احکام
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد: دا د سفر د آدابو او احکامو په اړه یو لنډ پیغام دی چې هڅه مو کړې ډیری هغه مسائل بیان کړو چې مسافر ورته اړتیا لري. موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي. لومړی: د سفر آداب
د عمرې مختصره طرېقه او احکام یې
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد: موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده چې د معتمر (عمرې کوونکي) لپاره د عمرې څرنګه والی، احکام، اداب، او هغه څیزونه بیان کړو چې هغو ته اړتیا لري. موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي.
د عمرې طریقه
د شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله له خوا چمتو شوی کوچنی کتاب "صفة العمرة" د عمرې مراسم په روښانه او اسانه ډول تشریح کوي. تر څو د مسلمان لپاره په عاجزۍ او اسانتیا سره د خپلو مراسمو په ادا کولو کې د عملي لارښود په توګه کار وکړي، سربیره پر دې پکې د هرې مرحلې لپاره مسنونه دعاګانې او اذکار هم راوړل شوي دي.
د حج، عمرې او زیارت سرغړونې
د عمرې په تړاو تېروتنې او سرغړونې لومړی: احرام کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې ۱. د تلبېې پرېښودل، دا چې د احرام تړلو په وخت کې د هغه عبادت (مراسم) لپاره چې نیت یې لري خپل غږ لوړ نه کړي. او سنت دا ده چې: غږ باید لوړ کړی شي.
د حج لنډه طریقه
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد: دا د حج د ادا کولو د طریقې په اړه یو لنډ پیغام دی، موږ هڅه کړې چې ډیری هغه مسائل پکې بیان کړو چې حاجي ورته اړتیا لري. موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي. پیلیزه
د توحید نښانې
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الحمد لله ربِّ العالمين، والعاقبةُ للمُتَّقين، وأشهدُ أن لا إله إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهد أنَّ مُحمَّدًا عبدُه ورسولُه، صلى الله وسلَّم عليه وعلى آله وأصحابه أجمعين، أمَّا بعد: توحید د دین پیل او پای، د هغه باطن او ظاهر او د پیغمبرانو لومړۍ او وروستۍ بلنه ده، او همدا د: لا اِله الا الله معنا ده، له همدې امله مخلوقات پېدا شوي، پېغمبران رالیږل شوي، کتابونه نازل شوي، او په همدې سره خلک مؤمنانو او کافرانو، نېکمرغه جنتیانو او بد مرغه دوزخیانو ته ویشل شوي، او دا په مکلفو انسانانو لومړی واجب او د اسلامي دین هغه حقیقت دی چې الله تعالی لدې پرته بل هېڅ…
د رمضان د میاشتې په اړه د کوچنیانو لپاره پوښتنې او ځوابونه چې لویانو ته هم اړین دي.
بسم الله الرحمن الرحيم پيلیزه هغه الله لره ستاینه ده چې د روژې میاشت یې پیدا کړې او په ډیرو فضیلتونو سره یې د نورو میاشتو او ورځو په پرتله غوره کړې ده. موږ په محمد بن عبدالله -صلی الله علیه وسلم- او د هغه پر ملګرو درود وایو، اما بعد: دا د کوچنیانو لپاره د رمضان د میاشتې په اړه پوښتنې او ځوابونه دي خو د لویانو لپاره هم اړین دي. پدې کې د هغو (مسائلو) په اړه یادونه شوې چې کول یې واجب او یا مستحب دي او هغه څه چې د روژې مبارکې میاشتې پر وړاندې یې کول په کار دي، نو روزونکی به ترې هغه څه غوره کوي چې د کوچنیانو د حال او عمر سره مناسب وي.
د هدیې، قربانۍ او ذبحې احکام
دا د هدیې، قربانۍ او ذبحې د احکامو په اړه لنډ پیغام دی چې د مسلمان لپاره پکې د هدیې، قربانۍ او ذبحې اړین احکام رانغاړل شوي دي، ترڅو مسلمان د خپل دین په چارو کې پوهه او بصیرت ولري.
زه مسلمان يم
په دې مقاله کې مې د اسلام مفهوم، مسلمان څوک دی، څرنګه یو کس ریښتینی مسلمان جوړېدی شي تشریح کړي دي. همدا راز دا مقاله د اسلام فضیلتونو، ځینې لوړ آداب او اخلاق، د ښځو ارزښت، او د خپلوانو، ګاونډیانو او ټولنې حقوقو ته شامله ده، او دا مې هم په کې بیان کړي چې اسلام د هرې نیکۍ د کولو او له هرې بدۍ څخه د منع کولو امر کوي.
د غار حراء زیارت
دا کتاب د غار حراء د زيارت په اړه دی، چې د نبوي رسالت د پیل ځای او د قرآن کریم د لومړیو آیایتونو د نزول ځای دی، او پر دې ټینګار کوي چې د مکې په ښار کې عبادت یوازې د مسجد الحرام او د حج د مشاعر په ټاکلو ځایونو پورې محدود دی، او د هر ډول ناجایز بدعتونو، لکه د غار حراء په څیر د ناجایزو ځایونو یا شیانو څخه د مرستې او برکت غوښتنه ردوي. دا کتاب د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د سنتو د سرغړونې پر وړاندې خبرداری ورکوي، او یوازې د الله تعالی لپاره خالص عبادت ته، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په مثال او اسوه نیولو سره، چې د هر مومن لپاره یوه ښه نمونه ده، بلنه ورکوي.
ایا تا له خپل ځانه پوښتلي چې چا پیدا کړی یې؟ ولې یې پيدا کړی یې؟ او دا چې پس له مرګه څه راځي؟
دا کتاب د وجود او خلقت په اړه پوښتنې څېړي، او په عقلي توګه د یو حکیم او کامل خالق شتون ثابتوي، دا څرګندوي چه د ژوند مقصد یوازې د الله تعالی عبادت دی، او دا چې اسلام یوازینی حق او خوندي شوی دین دی، او همدارنګه د الله په رسول؛ محمد (صلی الله علیه وسلم) ایمان او د هغه د تعلیماتو پیروۍ ته بلنه، او د شرک په اړه خبرداری ورکوي، او په آخرت کې د حساب او اجر په ورکول کېدو ټینګار کوي.
د نبوي جومات فضائل او آداب، د پیغمبر ﷺ او د هغه د دوو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت احکام
دا کتاب د نبوي جومات فضیلتونه او د زیارت آداب بیانوي، همدارنګه د نبي ﷺ د قبر او د هغه د دوو صحابه کرامو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت آداب هم وړاندې کوي، او د زیارت پر مهال په وقار، طهارت او له بدعتي کړنو څخه د ځان ساتلو پر اهمیت ټینګار کوي.
د حج اعمال
یوه کتابچه چې په لنډه توګه د حج مناسک بیانوي، د اتمې ورځې له احرام څخه په پیل، ورپسې د عرفې د ورځې اعمال، د اختر د مناسکو ادا کول، د جمراتو ویشتل، او تر طواف الإفاضة او طواف الوداع پورې.