من معالم التوحيد

من معالم التوحيد

د توحید نښانې

Language: lang_ps
Prepared by: عبدالرازق بن عبدالمحسن البدر
Version: 1.0
Translations 11
Bengali Spanish French Indonesian +7
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د توحید نښانې

عبدالرازق بن عبدالمحسن البدر

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الحمد لله ربِّ العالمين، والعاقبةُ للمُتَّقين، وأشهدُ أن لا إله إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهد أنَّ مُحمَّدًا عبدُه ورسولُه، صلى الله وسلَّم عليه وعلى آله وأصحابه أجمعين، أمَّا بعد:

توحید د دین پیل او پای، د هغه باطن او ظاهر او د پیغمبرانو لومړۍ او وروستۍ بلنه ده، او همدا د: لا اِله الا الله معنا ده، له همدې امله مخلوقات پېدا شوي، پېغمبران رالیږل شوي، کتابونه نازل شوي، او په همدې سره خلک مؤمنانو او کافرانو، نېکمرغه جنتیانو او بد مرغه دوزخیانو ته ویشل شوي، او دا په مکلفو انسانانو لومړی واجب او د اسلامي دین هغه حقیقت دی چې الله تعالی لدې پرته بل هېڅ دین نه قبلوي، نو چاره یې له حده زیاته لویه ده او زموږ څخه هر یو ورته د یادونې او بصیرت په توګه اړتیا لرو چې په دې پېغام: (من معالم التوحید) کې د توحید د څلو او نښانو په اړه د راتلونکو مسألو په اړه یو څه تشریح شوې ده:

لومړۍ مسأله: د توحید ځانګړتیاوې او فضیلتونه.

دویمه مسأله: د توحید تعریف او حقیقت.

دریمه مسأله: د توحید خالصول او بشپړول.

څلورمه مسأله: د توحید باطلوونکي او نیمګړتیاوې.

پنځمه مسأله: د توحید سرچینه او اصل.

شپږمه مسأله: د توحید ثمره او ګټې.

دا هغه شپږ مسایل دي چې پدې پېغام کې به یې په اړه په لنډه او مختصره توګه خبرې وشي، د دې مسالو هره یوه یې تفصیل او پراخ وضاحت ته اړتیا لري، خو زه به په لنډو ټکو کې هغه څه راونغاړم چې د الله په اذن به ترې مطلوب هدف ترلاسه شي، الله هغه ذات دی چې یوازې له هغه څخه مرسته غوښتل کیږي او بریالیتوب د همغه له لورې دی.

لومړۍ مساله:

د توحید ځانګړتیاوې او فضیلونه

پوه شه چې توحید ډېرې ځانګړتیاوې او ګڼ شمېر فضیلتونه لري چې د هغه لوړ مقام او مرتبه ښیي، زه به یې دلته لسو ځانګړتیاوو ته اشاره وکړم.

لومړی: دا هغه موخه ده چې موږ یې له امله پېدا شوي او د عملي کولو لپاره یې وجود ته راوړل شوي یو؛ لکه څنګه چې د الله تعالی کلام پدې خبره دلالت کوي. ژباړه: (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [سورة الذاريات] او د: ﴿إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ﴾ معنا ده: ليُوَحِّدُونِ، یعنې چې ما په یووالي سره ومني، نو توحید هغه موخه ده چې له امله یې موږ په دې دنیا کې پيدا شوي یو، او الله تعالی موږ عبث نه یو پیدا کړي او همداسې یې نه یو پریښي، بلکې مخلوقات یې د دې لپاره پېدا کړي چې عبادت یې وکړي، او د دې لپاره یې پېدا کړي چې هغه په یووالي سره ومني، او د توحید پر عظمت او د لوړې مرتبې په بیانولو همدا دلالت بسنه کوي.

دویمه خبره دا ده چې: توحید د پیغمبرانو او رسولانو د بلنې محور دی، معنی دا چې هر پیغمبر چې د الله تعالی له خوا رالیږل شوی، د هغه بلنه د توحید پر بنسټ ولاړه ده او ټینګار یې پرې کړی دی، چې د دې لپاره ډېری شواهد شتون لري؛ د الله تعالی د دې وینا په شمول چې فرمایي: ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، او د الله جل جلاله دا قول: ژباړه: (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ). (الأنبیاء سورت)، او د الله جل جلاله دا قول: ژباړه: (او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمانه پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟). (الزخرف سورت)، او الله جل جلاله فرمایلي: ژباړه: (او یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (نومې ځای کې) خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (پدې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم). [الأحقاف سورت: 21 آیت]. النُّذرُ: رسولان؛ له هغه څخه مخکې او وروسته پیغمبرانو په دې هدف سره هوکړه کړې ده. ژباړه: (چې عبادت به نه کوئ، مګر یوازې د الله)، نو توحید د پیغمبرانو او رسولانو د بلنې اساس دی؛ لدې امله، لومړنۍ خبره چې خلک یې له خپلو پیغمبرانو اوري او لومړی شی چې دوی پرې د الله پاک لورې ته د بلنې پر مهال پیل کوي د هغه وحدانیت ته بلنه ده، ځکه دا هغه بنسټ دی چې دین پرې ولاړ دی؛ ځکه د دین مثال د ونې په څېر دی، او دا معلومه ده چې ونه بېخ او څانګه لري، او ونه له بېخ پرته نه دریږي، او دین هم له اساس پرته چې توحید دی، نه دریږي. ژباړه: (آيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلې كلمې مثال څنګه ښودلى؟ لكه يوه ښه ونه چې جرړې يې (په ځمكه كې) خښې وي او څانګې يې تر آسمانه رسېدلې وي). (إبراهيم سورت)، لکه څنګه چې ونه هغه مهال مړه کیږي چې ریښې یې پرې شي، همداسې دین هم دی، که چیرې پر توحید ولاړ نه وي، ګټه ترې نه اخېستل کیږي، په دین کې د توحید حیثیت په ونو کې د ریښو او په ودانیو کې د بنسټونو د حیثیت په څېر دی.

هغه څه چې ښيي توحید د پیغمبرانو او رسولانو د بلنې محور او د دوی د پېغام اساس دی؛ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې په مستند ډول ترې روایت شوې ده: ژباړه: «پېغمبران لکه مېرني وروڼه دي چې مورګانې یې سره جلا وي، او دین یې یو دی». یعنې عقیده یې سره یوه ده، ټول د الله یووالي ته بلونکي دي، او مورګانې؛ یعنې شریعتونه یې سره جلا دي. ژباړه: (مونږ په تاسو کې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرره کړې ده)، [المائدة سورت: 48 آیت]. () مسلم په (2365) شمېره د ابو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.

دریمه چاره: د توحید یوه ځانګړتیا دا ده چې دا د مکلف انسان پر غاړه لومړۍ دنده ده؛ نو لومړی کار چې دین ته د ننوتلو لپاره پرې انسان مکلف دی؛ هغه توحید دی، او لومړی کار چې یو څوک پرې د الله تعالی لورې ته د بلنې ورکولو پر مهال پیل کوي؛ توحید دی چې پدې خبره ډیری دلایل شتون لري؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا په شمول چې فرمایي: ژباړه: «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته». حدیث ([2])، همدا رنګه یمن ته د لېږلو پر مهال معاذ بن جبل رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا: ژباړه: «ته د اهل کتابو یوې ډلې ته ورتلونکی یې، نو لومړی شی چې ته یې هغوی ته بلنه ورکوې د الله تعالی عبادت دی». حدیث ([3])؛ او په بل روایت کې دا الفاظ دي: ژباړه: «ته د اهل کتابو یوې ډلې ته ورتلونکی یې، نو لومړی شی چې ته یې هغوی ته بلنه ورکوې دا دی چې الله تعالی یو وګڼي». او په بل روایت کې دا الفاظ دي: ژباړه: «ته د اهل کتابو یوې ډلې ته ورتلونکی یې، نو کله چې ورغلې، دې ګواهۍ ورکولو ته یې راوبله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی». نو توحید لومړی هغه څیز دی چې پر مکلفو واجب دی او په همدې پېل کوي، او لومړی هغه څه دی چې انسان پرې دې دین ته داخلیږي، نو دین پر توحید ولاړ دی، او همدا یې بنسټ دی چې پرې ولاړ دی. () بخاري په:(25، 1399)، او مسلم په: (21، 22) شمیره د أبوهريرة او ابن عمر او نورو رضي الله عنهم له حدیث څخه روایت کړی دی. (بخاري په: (1458) او مسلم په: (19)) روایت کړی دی. () بُخارِي روایت کړی (7372). بُخارِي روایت کړی (1496).

څلورمه چاره: د توحید یوه ځانګړتیا دا ده چې په دنیا او آخرت کې د امن او هدایت سبب دی، دا د الله تعالی په دې وینا کې ولوله: ژباړه: (هغه كسان چې ایمان يې راوړى او له خپل ایمان سره يې ظلم (شرك) نه دى ګډ كړى (نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي). (الأنعام سورت)، امنیت د الله په لاس کې دی، او هغه پاک ذات یې یوازې موحد انسان ته ورکوي چې هغه ته په دین کې مخلص وي، او کله چې دا آیت نازل شو - لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې راغلي دي - نو صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ته دا مسئله سخته تمامه شوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل: "ای د الله رسوله! زموږ څخه څوک دی چې پر ځان یې ظلم نه دی کړی؟ يعنې، زموږ څخه هېڅوک داسې نشته چې پر ځان يې ظلم نه وي کړی، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يَلۡبِسُوٓاْ إِيمَٰنَهُم بِظُلۡمٍ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡأَمۡنُ وَهُم مُّهۡتَدُونَ﴾، (هغه كسان چې ایمان يې راوړى او له خپل ایمان سره يې ظلم (شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي). دا پدې مانا ده چې موږ د امنیت یا هدایت لپاره هیڅ چانس نلرو، ځکه چې زموږ هر یو پر ځان ظلم کړی دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "داسې نه ده - پدې معنی چې دا په آیت کې د ظلم معنی نه ده - ایا تاسو د صالح بنده - یعنې د لقمان حکیم - خبرې نه دي لوستلي؟ ژباړه: (بېشكه شرک یقینًا ډېر لوى ظلم دى). لقمان سورت نو هغه - صلی الله علیه وسلم - په دې آیت کې ظلم په شرک سره تفسیر کړ؛ نو د آیت له سیاق څخه معلومه شوه چې چا ایمان راوړ او شرک یې ونه کړ؛ د هغه لپاره په دنیا او آخرت کې امنیت او هدایت دی چې دا د توحید له ځانګړتیاوو څخه دي: نو څوک چې موحد وي، الله تعالی به په دنیا او آخرت کې امن او هدایت ورکړي.

پنځمه چاره: د توحید له ځانګړتیاوو یوه دا ده چې پدې کې له ګډوډۍ او تناقض څخه سلامتیا ده، د نورو عقایدو پر خلاف، چې ګډوډ او متناقض دي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (او كه چېرې دا (قرآن) د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و). (النساء سورت)، نو کومې عقیدې چې خلک یې ایجادوي او رامینځته کوي یې ډیرې ګډې وډي او متضادي دي، خو صحیح ایمان، سالمه عقیده، او ټینګ توحید چې د الله جل جلاله له کتاب او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنت څخه اخیستل شوی، له دې ټولو څخه پاک دی.

شپږم: د توحید یوه ځانګړتیا دا ده چې دا د سالمو فطرتونو او عقلونو سره سمونتیا لري، توحید د فطرت دین دی، او که انسان خپل فطرت ته پریښودل شي، له توحید پرته به بل څه ونه مني؛ ځکه چې دا د فطرت موافق دی، بلکه فطرت دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: ژباړه: نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، لېكن زیات خلک نه پوهېږي. (الروم سورت)، او شرک چې دی، نو هغه له فطرت څخه انحراف دی. لدې امله، په صحیح مسلم کې په یو قدسي حدیث کې دي چې الله تعالی فرمایلي دي: ژباړه: «او ما خپل ټول بندګان (حق ته) مایل پیدا کړي، خو شیطانان ورته راغلل او له خپل دین څخه یې واړول»([6])؛ ما خپل بندګان حنفاء پيدا کړي دي: یعنې په فطرت سره چې هغه توحید دی، بیا شیطانان راغلل او هغوی یې بې لارې کړل، یعنې هغوی یې له خپل دین څخه واړول. () مسلم په (2865) د عياض بن حمار المُجاشعي رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.

او په (الصَّحيح) کې حدیث دی چې ابو هریرة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: «هيڅ نوی زېږېدلی نه وي مګر دا چې پر -اسلامي- فطرت زېږیږي، نو مور او پلار يې يا يهودي او يا يې نصراني کړي، لکه يو څاروی چې روغ سلامت بل څاروی زېږوي، ايا تاسو په کې کوم -د غوږ يا پوزې وغيره- پرې شوی وينئ، تر دې چې تاسو يې -غوږ، پوزه يا بل ځای- پرې کړئ؟" ([7])، او په بل روایت کې راځي چې: ژباړه: «نو مور او پلار یې هغه لره، یهودي، یا نصراني او یا مجوسي کړي، لکه څنګه چې یو څاروی بل سالم څاروی زیږوي، نو آیا تا په هغوی کې د اندامونو له اړخه کوم نېمګړی وینې»([8])، نو څاروی د خپلې مور له ګېډې څخه داسې پوره راوځي چې غوږونه او غړي یې پوره وي، نو کله چې ترې پښه، یا غوږ او یا بل څه پرې شي، نو دا د هغې اصلي خلقت نه وي، بلکې دا د خلکو د کړنو له امله وي وروسته له دې چې په پوره بڼه زیږېدلې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «تر دې چې تاسو یې نېمګړۍ کړئ». نوزاد هم همداسې په فطرت سره پيدا کیږي، نو کله چې نصراني، یا یهودي، یا مجوسي او یا بل ډول بې لارې شي، ګمراه شي او په باطل روان شي، نو دا یې د مور او پلار د کړنو، یا هغه چاپیریال د اغیزې له امله دی چې پکې زیږیدلی دی. () بخاري په: (6599) شمیره روایت کړی دی . () بخاري په: (1358) شمیره اومسلم په: (2658) شمیره روایت کړی دی.

او زموږ ځوانان په هغه څه رالویېږي چې *** د دوی پلرونو ورسره عادت کړي وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یعنې مور او پلار یې هغه لره یهودي، یا نصراني او یا مجوسي کړي». او داسې یې ندي ویلي چې «أو يُسَلِّمَانِه» یعنې یا یې مسلمان کوي، ځکه چې هغه په فطرت سره زیږیدلی او رالوی شوی دی، نو توحید د فطرت دین دی، او شرک او نورې ګمراهۍ او باطل ټول د فطرت سره په ټکر کې دي او ضد یې دي. او له روغو عقلونو سره یې موافقت لدې امله دی چې کوم عقلونه چې برابر وي، بې لارې او منحرف شوي نه وي، نو هغه له توحید پرته پر بل څه نه راضي کیږي او نه یې مني، او دا به کوم د سالم عقل خاوند وي چې د څو خدایانو په عقیده راضي وي! یا پدې چې د ګنبدونو او خاورو سره یې زړه تړلی وي. (آیا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى) ۳۹ تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى). (یوسف سورت).

د جاهلیت د زمانې موحد انسان؛ زید بن عمرو بن نفیل هغه مهال وویل چې کله یې د خپل قوم دین پرېښوده ([9]): () «السِّيرة» د: ابن إسحاق (2/96).

کله چې چارې ویشل کیږي نو زه ... د یو رب په دین شم که د زرو اربابانو په دین.

لات او عُزی مې ټول پرېښودل*** او همداسې کار یو پياوړی او صابر انسان کوي.

نو نه خو د عُزی په دین یم او نه یې د دوو لوڼو *** او نه د بنی عمرو د دوو بوتانو پروا لرم.

« او هغه به د قریشو پر حلالو نیوکې کولې او ویل به یې: پسه الله تعالی پېدا کړی، له اسمانه یې ورته اوبه نازلې کړي او له ځمکې یې ورته واښه راشنه کړي، بیا یې تاسو د الله تعالی له نوم پرته د بل څه په نوم حلالوئ، تر څو له هغه انکار او د نورو درناوی وکړئ» ([10]). () صحيح البخاري (3826).

په عقلونو کې لدې بل روښانه او ځلانده دلیل نشته چې د دې کائناتو د خالق پر کمال، او له عیب او نیمګړتیاوو څخه یې په پاکوالي دلالت وکړي او پر دې چې یوازې د هغه په وړاندې عاجزي کیږي، او پېغمبران هم د دې لپاره راغلي چې خلکو ته دا موضوع په تفصیل سره ورپه زړه کړي، نو د توحید ښکلا او د شرک بدي په ذهنونو او غریزو کې په کلکه ځای پر ځای شوې ده، هغه چا ته معلومه ده چې ژوندی زړه، روغ ذهن او سالمه غریزه ولري.

اوومه چاره: د توحید یوه ځانګړتیا دا ده چې توحید په دنیا او آخرت کې ریښتینې، تلپاتي او دوامداره اړیکه ده، او د خلکو تر منځه د توحید د اړیکې په څېر بله هیڅ اړیکه نشته، ځکه چې د توحید او ایمان دا اړیکه د خلکو ترمنځ په دنیا او آخرت کې تلپاتي او دوامداره اړیکه ده. ((دا) اشنايان به هغه ورځ يو د بل لپاره غليمان وي، پرته له متقيانو (۶۷). (الزخرف سورت)، او په یو بل آیت کې فرمایي: (او پر دوى (ټولې) وسېلې غوڅې شي (۱۶۶). (البقرة سورت) هر ډول خپلوي او اړیکه پرې کېدونکې او هره مینه له منځه تلونکې ده، هره اړیکه له منځه تلونکې ده پرته له هغې مینې او اړیکې چې په توحید او د الله تعالی په ایمان ولاړه وي، او هره اړیکه چې له هغه پرته د بل چا لپاره وي پرې کېدونکي او بېلیدونکې ده، مهمه نده چې اړیکه څومره قوي وي او څومره ژوره ده، دا به یا په دې دنیا او یا آخرت کې پای ته ورسیږي - یقینا - پرته له هغې اړیکې څخه چې د الله تعالی د توحید او په هغه باندې د ښه ایمان پر بنسټ ولاړه وي، نو دا یوه تلپاتې، دوامداره اړیکه ده چې په دنیا او آخرت کې به پاتې شي.

اتمه چاره: د توحید یوه ځانګړتیا د سرچینې سلامتیا ده چې له یوې خوږې او پاکې چینې سرچینه اخلي، د الله تعالی له کتاب او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم-له سنت څخه، هغه څوک چې له خپلو خواهشاتو څخه نه غږیږي، مګر له هغې وحی څخه چې ورته کیږي، دا هغه اړخ دی چې په تفصیل سره به په راتلونکي کې بیان شي.

نهمه چاره: د توحید له ځانګړتیاوو څخه یوه استقامت او حفاظت دی، او الله - تعالی - د دې توحید او د دې دین د دوامداره ساتنې او بقا ضمانت کړی دی، الله تعالی فرمايلي: (دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو غلبه وركړي، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي ۳۳). (التوبة سورت)، او الله جل جلاله فرمایلي: (بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى) [الحج سورت: 38 آیت]. او الله پاک فرمایلي: (او پر موږ د مومنانو مرسته كول حق دي ۴۷). (الروم سورت)، او الله تعالی فرمایلي: (الله هغه كسان چې ایمان يې راوړی؛ په ثابته خبره مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې). [إبراهيم سورت: 27 ایت].

لسمه چاره: د توحید یوه ځانګړتیا دا ده چې دا په دنیا او آخرت کې ګڼې ثمرې، ډیری فضیلتونه او متنوعه اغیزې لري، چې د دې موضوع په پای کې به یې د ځینو په اړه بحث وشي.

دویمه مسأله:

د توحید تعریف او حقیقت

توحید: د: وحَّد يوحِّد توحيدًا فعل لپاره مصدر دی چې دا یو اصل دی او په یووالي دلالت کوي، او د الله تعالی توحید د هغه جل جلاله په حقونو او ځانګړتیاوو کې د هغه یو ګڼل او هر ډول شرک ترې نفي کول دي، نو هغه - سپېڅلی ذات - په ​​خپلو ځانګړتیاوو او پر بندګانو یې په خپلو حقونو کې هیڅ شریک نه لري.

نو ربوبیت - چې په پیدایښت، رزق ورکولو، ژوندي کولو او مړه کولو کې د دې کایناتو د چارو سمبالنه ده، دا د الله تعالی له ځانګړتیاوو څخه ده.

د هغه سپېڅلي نومونه، او عالیه صفتونه، د هغه نافذه اراده، هر اړخیز ځواک، پراخه پوهه او په اسماوو او صفاتو کې یې بشپړتیا د هغه له ځانګړتیاوو څخه دي، نو چا چې د الله تعالی له ځانګړتیاوو څخه د یوې نسبت مخلوق ته وکړ، توحید یې نقض کړ.

د الله تعالی حقونه پر خپلو بندګانو دا دي چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره هیڅ شی شریک نه کړي، لکه څنګه چې د معاذ رضی الله عنه په حدیث کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ای معاذه! ته پوهیږي چې د الله حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله څه دی؟ هغه وایي ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو هغه وفرمایل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې د الله عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي، او د بندګانو حق پر الله دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړی چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي»[۱۱]. نو عبادت د الله پاک حق دی؛ نو چا چې له عبادت څخه یو شی غیر الله تعالی وکړ، توحید یې نقض شو. () بخاري (2856، 5967)، او مسلم (30) روایت کړی دی.

نو توحید: د الله تعالی په حقونو او ځانګړتیاوو کې د هغه یووالی دی، او شرک د الله تعالی سره د هغه په ​​هر حق یا ځانګړتیا کې د بل چا برابرول دي. نو دا د توحید حقیقت دی چې موږ الله تعالی یو وګڼو او له هغه سره هېڅ شی شریک نه کړو، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: (او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ) [النساء سورت: 36 آیت]، او الله جل جلاله فرمایلي: (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه). [الإسراء سورت: 23 ایت]، او الله پاک فرمایلي: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة سورت: 5 آیت]، او په دې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.

نو پدې سره جوتیږي چې توحید په درې ډوله دی: د ربوبیت توحید، د أسماء او صفاتو توحید او د الوهیت توحید.

د ربوبیت توحید: پدې باور سره الله تعالی یو ګڼل دي چې هغه یوازې خالق، روزي ورکوونکی، مالک، لوروونکی او په چارو کې تصرف کوونکی دی، په هیڅ شي کې شریک نلري. الله تعالی فرمایلي: (ته (دوى ته) ووایه چې: د آسمانونو او ځمکې رب څوک دی، ته ووایه چې الله دی) [الرعد سورت : 16 آیت]، او الله تعالی فرمايلي: (ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ 84 دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو پند نه اخلئ! ۸۵ ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى 86 دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ! 87 ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي پاچاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ (88) خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: نو څنګه پر تاسو جادو كولى شي؟) (المؤمنون سورت)، او الله تعالی فرمايلي: (او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) (غافر سورت)، او الله تعالی فرمايلي: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). (الزمر سورت) او نور آیتونه.

او دویم ډول: د أسماء او صفاتو توحید دی: چې هغه په نیکو نومونو او عالیه صفتونو سره الله تعالی یو ګڼل دي؛ هغه چې د هغه په کتاب او د هغه د نبي صلی الله علیه وسلم په سنت کې راغلي دي، الله تعالی فرمایلي: الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي8 ﴾ (طه سورت)، او الله پاک فرمایلي: (ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه) [الإسراء سورت: 110 آیت]. الله - جل و علا- فرماېلي: دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى. (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي 23 هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص همده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى24﴾ (الحشر سورت).

او دریم ډول: د الوهیت توحید دی؛ په عبادت سره د الله تعالی یووالی لکه: دعاء، هیله مندي، ویره، نذر، حلاله، لمونځ، روژه او داسې نور عبادتونه او هغه ته د دین خالصول او له شرک څخه بیزاري لکه الله تعالی چې فرمایي: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). او الله تعالی فرمایلي: (خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى). [الزمر سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي) 162 د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى) (الأنعام سورت)، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي: «څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې له الله پرته بل سيال رابولي، هغه به دوزخ ته ننوځي» ([12]) نو دا توحید او همدا یې حقیقت دی. [] بخاري (4497)، او مسلم (92) د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی او دا الفاظ د بخاري دي.

د توحید درې واړه ډولونه؛ هر یو یې مخالف اړخ لري "نو کله چې پوه شوې چې د ربوبیت توحید پدې اقرار کول دي چې الله تعالی خالق، روزي ورکوونکی، ژوند ورکوونکی، مرګ ورکوونکی، د ټولو چارو سمبالوونکی او د خپلو ټولو مخلوقاتو اداره کوونکی دی، او دا چې هغه په ​​خپل سلطنت کې هیڅ شریک نلري" (نو پدې هم پوه شه چې) د دې عکس د بنده دا عقیده درلودل دي چې له هغه پرته د الله تعالی سره په هغو چارو کې ګډون لري چې یوازې الله تعالی یې توان لري.

او کله چې پوه شوې چې اسماء او صفات توحید په هغو نومونو سره د الله تعالی رابلل دي چې هغه پرې ځان نومولی او په هغو صفتونو سره یادول دي چې هغه پرې خپله ځان یاد کړی او یا یې پرې رسول محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړی دی، په داسې حال کې چې تشبیه او تمثیل ترې نفي شي، نو د دې ضد دوه شیان دي چې دواړه الحاد بلل کیږي.

یو یې: له الله تعالی څخه یې نفي کول، او د کمال او جلال په هغو صفتونو سره یې نه یادول چې په قرآن او سنت ورته ثابت دي.

او دویم یې: د الله تعالی صفتونه د مخلوق له صفاتو سره تشبیه کول، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). (الشوری سورت)، او الله تعالی فرمايلي: (دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: 110 آیت]،

کله چې پوه شوې چې د الوهیت توحید په ټولو عباداتو سره د الله تعالی یووالي او له هغه پرته د بل هر چا څخه د عبادت نفي کولو ته وایي؛ (نو پدې هم پوه شه چې) د دې ضد له الله تعالی پرته د بل چا یو ډول عبادت کول دي، او دا د عامو مشرکانو غالب حالت و، او په همدې موضوع کې د ټولو پیغمبرانو او د هغوی د قومونو ترمنځ دښمني وه" ([13]). () «معارج القبول» د شيخ حافظ الحكمي (1/418).

دریمه مساله:

د توحید عملي کول او بشپړول

د توحید عملي کول لوړه درجه، لوی مقام او مرتبه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابن عباس رضی الله عنه او نورو په مشهور حدیث کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ به جنتیان له حساب او سزا پرته جنت ته ننوځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «او د هغوی سره به اویازره نور وي چې جنت ته به له حساب او عذاب پرته ننوځي» بیا په خپلې وینا کې یې د هغوی یادونه وکړه: «دوی هغه کسان دي چې نه خپله دم کوي، نه له نورو د دم غوښتنه کوي، نه فالبیني کوي او نه په داغلو سره درملنه کوي او په خپل رب توکل کوي» ([14]) نو دا په توحید کې لویه مرتبه ده او همدا یې عملي کول او بشپړول دي. () بخاري (5705)، او مسلم (220) روایت کړی.

او د توحید تحقق: د توحید بشپړول، تکمیلول، د شرک، بدعتونو او ګناهونو له ناپاکیو څخه یې پاکول. دې درې مسایلو ته د علم خاوندان هغه خنډونه وایي چې الله تعالی او آخرت ته د رسیدو په لار کې پراته دي، یعنې: د شرک خنډ، د بدعت خنډ، او د ګناه خنډ.

د شرک له ​​خنډ څخه خلاصېدل د توحید په اخلاص، د بدعت له خنډ څخه خلاصېدل د سنتو په پابندۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ او د هغه په تګ​​لاره تللو او د نافرمانۍ خنډ په ګناهونو او سرغړونو کې له ښکېلتیا څخه ځان ساتلو، الله تعالی ته په ریښتینې توبې سره کیږي، نو کله چې بنده پدې مرتبه کې قرار ولري، هغه د توحید د تحقق مرحلې ته رسیدلی دی.

د توحید تحقق دوه درجې لري: واجب تحقق او مستحب تحقق، او د دواړو درجو خاوندان به د قیامت په ورځ پرته له حساب او سزا څخه جنت ته ننوځي:

د توحید د تحقق لومړۍ مرتبه:د اعتدال د خاوندانو مرتبه ده، معتدل: هغه څوک دی چې واجبات ترسره کوي او له حرامو ځان ساتي، نو که چیرته بنده په دې حالت کې و چې واجبات یې پر ځای کول او له حرامو؛ غټو او وړو ګناهونو یې ډډه کوله؛ نو دې انسان واجب توحید پر ځای کړی او دی له معتدلو انسانانو څخه دی، او دوی هغه خلک دي چې جنت ته به له حساب او عذاب پرته داخلیږي، نو دا شوه یو مرتبه.

او دویمه مرتبه له دې مرتبې څخه لوړه ده چې هغه د: مستحب تحقیق مرتبه ده، او دا نېکیو ته د مخکښو انسانانو مرتبه ده، دوی هغه خلک دي چې سربیره پر دې چې په واجبو پابند او له کبیره ګناهونو او حرامو څخه لرې دي، په پراخه سخاوت، نفلونو او مستحباتو کې یو له بل څخه مخکې کیږي.

نو د توحید عملي کوونکي دواړه ډوله خلک: د اعتدال خاوندان او ښېګڼو ته مخکښان؛ ټول به جنت ته د قیامت په ورځ له حساب او عذاب پرته داخلیږي، الله تعالی فرمایلي: (بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته مخکښان دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى 32 د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي) (فاطر سورت) یعنې: د تل استوګنې جنتونو ته درې واړه ننوځي: له ځان سره ظلم کوونکی، د اعتدال خاوند، او ښېګڼو ته مخکښ.

او د اعتدال خاوند او ښېګڼې ته مخکښ چې دي؛ نو جنت ته به د دوی دواړو ننوتل؛ له حساب پرته لومړني ننوتل وي.

او چا چې له شرک نه ښکته د نورو ګناهونو په کولو له ځان سره ظلم کړی، هغه جنت ته داخلیږي، خو ننوتل به یې لومړي ننوتل نه وي چې له حساب او عذاب پرته ننوځي لکه د اعتدال خاوند او ښېګڼو ته د مخکښ انسان ننوتل؛ بلکې هغه به د سزا او حساب ورکولو جوګه او د الله تعالی د ارادې لاندې وي، نو که یې غوښتل سزا به ورکړي او که یې غوښتل بخښنه به ورته وکړي.

څلورمه مساله:

د توحید ماتوونکي او نېمګړتیاوې

توحید نواقض او نواقص لري؛ یعنې ماتوونکي او نیمګړي کوونکي لري؛ د توحید نواقض هغه کارونه دي چې عمل (توحېد) بربادوي او ټول دین باطلوي، چې عبارت دي له: په الله تعالی کفر کول، شرک، خالص نفاق، کفر له ټولو ډولونو سره، شرک له ټولو ډولونو سره، لوی نفاق له ټولو ډولونو سره، دا ټول د توحید نواقض دي چې توحید له بیخه نړوي، نو لوی شرک له ټولو ډولونو سره، او کفر له ټولو ډولونو سره او لوی نفاق له ټولو ډولونو سره د توحید ماتوونکي او له اساسه ورانوونکي دي، الله تعالی فرمایلي: (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي) [النساء سورت: 145 آیت]. او الله تعالی فرمايلي: (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو) [المائدة سورت: 5 آیت]، او الله تعالی فرمايي: (او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځینې شې 65﴾ (الزمر سورت)، نو توحید د لوی شرک په ټولو ډولونو سره نقض کیږي، ورانیږي او باطلیږي، او لوی نفاق له ټولو ډولونو سره، او لوی کفر له ټولو ډولونو سره، نو دا جمله به ډېر وخت ونیسي چې بحث پرې وشي او جزئیات یې بیان شي.

او د تو حید نواقص، یعنې نیمګړي کوونکي هغه چارې دي چې توحید نېمګړی کوي خو له بیخه یې نه رانړوي؛ چې له جملې څخه یې کوچنی کفر، او عملي نفاق دي لکه په حدیث کې چې راغلي دي: «منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي درواغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وعده خلافي کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت پکې کوي»([15])؛ دا د توحید نواقص دي، کله چې په بنده کې وموندل شي توحید او ایمان یې نېمګړی کیږي، همدا رنګه کوچنی شرک او شرکي الفاظ دي چې د انسان موخه ترې د هغې الفاظو حقیقت نه وي، بلکې همداسې یې په ژبه راځي، نو پدې سره توحید نېمګړی کیږي، خو که چیرته یې موخه ترې حقیقې معنا وه؛ لوی شرک ګرځي، کوم چې د توحید نړوونکی دی. () بخاري (33)، او مسلم (58) د ابوهریرة له حدیث څخه روایت کړی دی.

لدې امله، مومن باید خپل توحید ته پاملرنه وکړي او ورسره محتاط اوسي او له هر هغه څه څخه یې لرې وساتي چې نړوي او یا یې نېمګړی کوي.

شیخ عبد الرحمن بن حسن وایي: «پوه شئ چې د توحید ضد شرک دی؛ او په درې ډوله دی: لوی شرک، کوچنی شرک، او پټ شرک.

د لوی شرک دلیل د الله تعالی دا قول دی: (یقینا الله تعالی نه بښي چې شرک وکړی شي د هغه سره، او بښي هغه (ګناه) چې ښکته وي له شرکه هغه چاته چې ویې غواړي، او چاچې شرک وکړ د الله تعالی سره یقینا ګمراه شو دې په ګمراهۍ لرې سره ۱۱۶). (النساء سورت)، او د الله تعالی دغه وینا: (مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته72 ﴾ (المائده سورت).

او دا څلور ډوله دی:

لومړی ډول: د بلنې شرک، دلیل یې د الله تعالی قول دی: (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي 65 د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر(ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي 66﴾. (العنکبوت سورت).

دویم ډول: د نیت شرک چې هغه: قصد او اراده ده، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (،نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته د خپلو عملونو بدله پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي 15 دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول. 16﴾ (هود سورت).

دریم ډول: د طاعت شرک، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي 31 ﴾ (التوبة سورت) د دې آیت هغه تفسیر چې هیڅ ستونزه پکې نشته دا دی: د الله تعالی په نافرمانۍ کې د عالمانو او عابدانو اطاعت، نه د هغوی بلنه هغوی لره، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عدي بن حاتم رضی الله عنه ته (دا آیت) تفسیر کړ، کله چې ترې هغه پوښتنه وکړه نو هغه وویل: موږ یې عبادت نه کوو. نو هغه ورته یادونه وکړه چې؛ عبادت یې په ګناه کې پيروي ده.

څلورم ډول: د محبت شرک، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او په خلکو كې ځېنې هغه څوك دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى165﴾ د الله تعالی تر دې وینا پورې: (او هغوی له دوزخ څخه وتونکي نه دي 167﴾. (البقرة سورت).

دویم ډول: کوچنی شرک، او هغه ځان ښودنه ده، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي 110﴾ (الکهف سورت).

او دریم ډول: خفي یعنې پټ شرک، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «پدې امت کې شرک له هغه میږي د تګ څخه هم زیات پټ دی چې په توره شپه کې په توره تیږه روان وي»، کفاره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «یا الله زه تا ته پناه دروړم له دې چې تاسره څه شی شریک کړم، پداسې حال کې چې زه پوهیږم، او زه له تا څخه د هغې ګناه بخښنه غواړم چې زه نه پوهیږم».

او کفر په دوه ډوله دی:

هغه کفر چې انسان له دین څخه وباسي او په پنځه ډوله دی:

لومړی ډول: د تکذیب (دروغ ګڼلو) کفر، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته 68﴾ (العنکبوت سورت).

دویم ډول: د تصدیقولو سربیره د سرغړونې او انکار کفر، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو څخه 34﴾ (البقرة سورت).

دریم ډول: د شک کفر، دا د ګومان کفر دی، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګومان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي 35. او زه ګومان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم 36 ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې 37﴾ (الکهف سورت).

څلورم ډول: د مخ اړونې کفر، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي). (الأحقاف سورت).

پنځم ډول: د نفاق کفر، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس ( اوس نو) دوى نه پوهېږي 3 ﴾ (المنافقون سورت).

او کوچنی کفر د دین نه ویستونکی نه دی چې هغه د نعمت کفر دی؛ دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (الله د يوه كلي مثال راوړى دى، چې هغه د ډاډينې او بيغمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پريمانه روزي رسيدله چې هغه د الله د پيرزوينو پر ناشكرۍ لاس پورې كړ، نو بيا الله د هغو پر اوسيدونكو د هغو د كړو وړو دا خوند وڅاكه چې د لوږې او ويرې غمونه پرې خواره شول). [النحل سورت: 112 ایت]. او د الله تعالی دا قول: ژباړه: (بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى34 ﴾ (إبراهيم سورت)،

او نفاق په دوه ډوله دی: اعتقادي نفاق او عملي نفاق.

اعتقادي نفاق:

په شپږ ډوله دی:

د رسول دروغ ګڼل، یا ځینې هغه څه دروغ ګڼل چې رسول راوړي دي، یا له رسول څخه کرکه کول، یا له هغه څه څخه کرکه کول چې رسول راوړي دي، یا د رسول د دین په ښکته کېدو خوشحالیدل او یا د رسول د دین د ملاتړ کرکه کول؛ نو دا شپږ ډولونه هغه څه دي چې خاوند به یې د اور په تر ټولو لاندینۍ طبقه کې وي، له تار په تار کېدو او نفاق څخه په الله تعالی پناه غواړو.

او عملي نفاق چې دی:

په پنځه ډوله دی:

کله چې خبري کوي دروغ وایي، کله چې جګړه کوي سپکې سپورې وایي، کله چې تړون وکړي دوکه پکې کوي، کله چې ورسره امانت کېښودل شي خیانت پکې کوي او کله چې وعده وکړي عمل پرې نه کوي؛ و الله أعلم ([16]). () «الدُّرر السَّنيَّة» (3/66).

پنځمه مساله:

د توحید مأخذ او سرچینه

توحید یو ریښتینی دین او سالم ایمان دی چې د الله تعالی له کتاب او د هغه د پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - له سنتو څخه اخیستل شوی دی، دا یوازینی دین دی چې له اسمان څخه په وحی نازل شوی، او ټولې هغه عقیدې چې خلک یې لري او د توحید مخالفې او ورسره په ټکر کې دي، هغه عقیدې دي چې په ځمکه کې راټوکېدلې او خلکو له ځانه جوړې کړي دي. توحید یوازینۍ عقیده ده چې د الله تعالی په وحی له اسمان څخه نازل شوې، او هغه دین دی چې د بندګانو لپاره یې خوښ کړی دی، الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له د ده نه قبول نه كړى شي). [ سورة آل عمران: 85 ایت] او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او مخ نه اړوي د دين د ابراهيم عليه السلام نه مګر هغه څوک چې بې وقوف کړي ځان خپل). [البقرة سورت: 130 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: بېشكه (معتبر) دین د الله په نزد اسلام دی. [آل عمران سورت: 19ایت]؛ نو توحید د الله تعالی له لورې وحی شوی دین دی چې بندګانو ته یې رالېږلی دی، او دا هغه دین دی چې له امله یې مخلوقات پېدا کړي او د همدې د تحقق لپاره یې رامنځته کړي، لدې امله موږ سره د الله تعالی قول وړاندې تېر شو چې: ژباړه: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، ژباړه: (د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي1 هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه حقيقت دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ 2﴾ (النحل سورت).

او له توحید پرته نور عقاید هغه عقاید دي چې په ځمکه کې راټوکېدلي، له ځانه جوړ شوي او خلکو رامینځته کړي دي، لدې امله د خلکو په شرکي، کفري، نفاقي او داسې نور ډول ډول ګمراهو عقایدو په باطلولو کې د پېغمبرانو طریقه دا وه چې (خلکو) ته په ډاګه کړي چې پر دې عقایدو د الله تعالی له طرفه هیڅ کومه وحی نده نازل شوې، او پدې اړه موږ سره د یوسف علیه السلام د وینا معنا وړاندې تېره شوه چې په زندان کې یې دوو ملګرو ته وویل: ژباړه: (آیا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى ۳۹ تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى). (یوسف سورت)، او الله تعالی په النجم سورت کې فرمایلي: ژباړه: (نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى 19 او منات دریم، د بېخي وروستني 20 ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ 21 دا خو يو ډېر بې انصافه وېش دی (۲۲) (دغه (بوتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى). (النجم سورت)، او هود عليه السلام خپل قوم ته وويل: ژباړه: (ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم ۷۱) (هود سورت).

نو د توحید ماخذ او سرچینه د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سنت دی، چې له دې خوږې او پاکې چینې څخه سرچینه اخلي، او د خلکو عقاید چې دي نو یا خو یې مصدر هغه څه دي چې د دوی فاسد عقلونه یې ورته وایي او د دوی تاوان رسوونکي نظریات یې تایدوي، او یا خو د دوی بې لارې شوي شیطانان ورته وحی کوي، "او وحی په دوه ډوله ده: د رحمن لخوا وحی او د شیطان لخوا وحی. الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ ۱۲۱) (الأنعام سورت)، او الله تعالی فرمايي: ژباړه: (او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انسي او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې) [الأنعام سورت: 112 آیت]، او الله تعالی فرمايي: ژباړه: آیا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي221 ﴾ (الشعراء سورت]، او مختار بن ابي عبید هم همدا ډول و، تر دې چې ابن عمر او ابن عباس ته وویل شو، له دوی څخه یو ته وویل شول: هغه وايي چې هغه ته وحی لیږل کیږي؛ نو هغه وفرمایل: ژباړه: (او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي)، او بل ته وویل شو: هغه وایي چې وحی پرې نازلیږي؛ نو هغه وفرمایل: ژباړه: (آیا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟ 221 ﴾»([17]). () «مجموع الفتاوى» د ابن تيمية (13/75).

شیطان خلکو ته د ګمراهۍ په هغو عقایدو، مفکورو، وسوسو او فکرونو سره وحی کوي چې دوی پرې باور لري، بیا خلک د دې وحی له لارې چې د شیطان له خوا دوی ته نازل شوې خلکو ته بلنه ورکوي، یا هغه څه چې یو څوک ورته د خپل فاسد ذوق له لارې رسیږي،او بیا ترې ځینې عملونه، عبادات او مراسم رامنځته کیږي، او د استدلال لپاره یې وایي: موږ تجربه کړي یا زموږ شیخانو تجربه کړي؛ حال دا چې دین په تجربه نه اخېستل کیږي، یا په هغو کړنو چې له خوبونواخېستل کیږي؛ وایي: په خوب کې مې دا او دا ولیدل، او بیا په دې ویناوو دین او عقیده تاسیس کوي، او همداسې ورپسې ټول هغه څه درواخله چې خلک پرې خپلې عقیدې جوړوي چې د الله تعالی له لورې پرې هیڅ دلیل نه دی نازل شوی.

نو مبارکه عقیده د توحید عقیده ده چې د الله تعالی دین دی، او الله تعالی له دې پرته بل هیڅ دین نه مني، هغه عقیده چې د خوږې او پاکې چینې څخه سرچینه اخلي، نو چا چې لومړی له خوږې او پاکې چینې څخه څښاک وکړ، هغه ته بیا د نورو چینو ککړتیا معلومیږي، په هرصورت یو څوک د دې سرچینو په ککړتیا هغه مهال پوهیږي چې پاکه سرچینه وپیژني، کومه چې د الله تعالی وحې ده او د هغه له لورې نازل شوې ده، لدې امله ډیری مشرکان د دوی د لارښوونې او توحید منلو نه وروسته پوه شول چې دوی بې عقله وو، پداسې حال کې چې دوی د ګمراهۍ، شرک او باطل پر مهال فکر کاوه چې همدا صحیح عقل او سم دین دی.

لدې امله به ځینې صحابه کرام کله ناکله سره کېناستل او د جاهلیت د زمانې کیسې به یې سره یادولې چې دوی مشرکان وو او د الله جل جلاله شکر به یې ادا کاوه چې اسلام او توحید ته یې هدایت کړل؛ د ابو عثمان النهدي څخه روایت دی -دی هغه کس دی چې د جاهلیت دوران یې لاندې کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې یې اسلام راوړی و خو هغه یې نه و لیدلی- وایي: موږ به د جاهلیت پر مهال د ډبرې عبادت کاوه، نو له یو آواز کوونکي مو واوریدل چې اواز یې کاوه - ای کډوالو رب مو هلاک شو، نو ځانته رب ولټوئ - یعنې هغه ډبره چې دوی یې عبادت کاوه ورکه شوه، وایي: نو موږ پسې ښکته پورته وګرځیدو، موږ د پلټنې په حال کې وو چې ناڅاپه یو غږ کوونکي غږ وکړ: موږ ستاسو رب وموند، یا مو ورته شی وموند، وایي راغلو، نو ګورو چې یوه تېږه ده، نو اوښان مو پرې حلال کړل([18]) دوی د هغې ډبرې په څېر یوه بله ډبره یا هغې ته نږدې ډبره وموندله، نو رایې وړه، ورته یې مخ کړ او په عبادت یې پیل وکړ، امیدونه یې ترې کول، دعاګانې یې ترې غوښتې او هیلې یې ترې کولې، نو د دوی عقلونه چېرته دي؟! () ابن أبي شيبة په خپل «مصنَّف» کې په: (33914) شمیره، او ابن سعد په :«الطَّبقات الكبرى» کې په: (7/97)، او أبو نعيم په «معرفة الصَّحابة» کې په : (4707) شمیره روایت کړی او إسناد یې حسن دی.

نو د دې عمل او کړنو پر مهال دوی د الله تعالی پیغمبران او رسولان لیوني او ځانونه عقلمند ګڼل، خو کله چې الله تعالی بصیرتونه په توحید او ایمان سره روښانه کړي او دې اسلام ته الله تعالی د زړونو لارښوونه وکړي، نو سړي ته هغه فساد روښانه کیږي چې مشرکان پرې وو، او دا چې هغه سرچینې چې دوی پرې تکیه درلوده ګنده او د هر ډول باطل او ګمراهۍ سره مخلوط دي، او دا هم روښانه کیږي چې د هر مشرک عقل فاسد دی.

شپږمه مساله:

د توحید ګټې او ثمرې

توحید بې شمېره ثمرې او ګټې لري چې شمېرل یې ناشونی کار دی، دې خبرې ته د الله تعالی پدې وینا کې اشاره وګورئ: ژباړه: (آيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلې كلمې مثال څنګه ښودلى؟ لكه يوه ښه ونه چې جرړې يې (په ځمكه كې) خښې وي او څانګې يې تر آسمانه رسېدلې وي). ۲۴ (خپله مېوه هر وخت وركوي) (إبراهيم سورت)، یعنې ثمره او ګټې یې.

توحید د بنده لپاره په دنیا او اخرت کې بې شمېره ګټې او ثمرې لري، بلکې په ټولیزه توګه وایو چې:

هره ښېګڼه چې بنده ته په دنیا او آخرت کې رسیږي او هر شر چې بنده ترې په دنیا او آخرت کې ژغورل کیږي د توحید له ثمرو او اغیزو څخه دي، او که د توحید د ثمرو او اغیزو په اړه لږ په تفصیل کې ورننوځو؛ نو تر ټولو لویه ثمره او اغیزه یې د اعمالو تصحیح ده؛ ځکه علمونه چې هر څه وي او هر کله وي له تر سره کوونکي یې له توحید پرته نه منل کیږي، نو توحید د اعمالو لپاره داسې دی لکه د ودانیو لپاره تهدابونه او د ونو لپاره یې بیخونه، لدې امله الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او هغه څوک چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوښښ كوي، د هغه لايق كوښښ، په داسې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلک، د دوی سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده) ۱۹. (الإسراء سورت)، او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (چا چې نېک عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر بدله وركړو، د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول) ۹۷. (النحل سورت)، نو توحید دی چې اعمال اصلاح او پاکوي، حتی که یو څوک د ډیر نه ډیر عملونه ولري، له هغه څخه به ونه منل شي مګر دا چې پر توحید ولاړ وي. الله تعالی فرمايي: ژباړه: (او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي). [التوبة: 54]، او الله تعالی فرمایي: ژباړه: (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو). [المائدة: 5]، او فرمایي: ژباړه: (او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي). [الزمر: 65]. نو توحید عملونه تصحیح کوي، او له دې پرته هیڅ عمل صحیح ندی.

توحید په دنیا او آخرت کې د بریالیتوب او لوړوالي لامل دی. ژباړه: (دغه خلک د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلک پوره كامياب دي)5 (البقرة سورت)، نو د توحید خاوندان د لارښوونې او بریالیتوب خلک دي، او بریالیتوب د نیکمرغۍ د ترلاسه کولو په اړه تر ټولو لویه کلمه ده، بریالی کس هغه څوک دی چې د دنیا او آخرت ښېګڼه یې ترلاسه کړې وي، او په دې نړۍ او آخرت کې ښېګڼه یوازې د الله په توحید او د هغه لپاره د دین په خالصولو ترلاسه کیږي.

د توحید له ثمرو څخه یوه دا ده چې دا د الله تعالی د کرامت او جنت د ترلاسه کولو او د الله تعالی د عذاب او غضب څخه د خلاصون لامل دی. نو چا چې د الله تعالی سره د موحد په توګه ملاقات وکړ، جنت ته به داخل شي، او څوک چې -نعوذ بالله- له الله تعالی سره د مشرک په حیث مخ شو نو دوزخ ته به لاړ شي او د تل لپاره به پکې وي. الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي). [النساء: 48]، د توحید له اغیزو او ثمرو څخه د جنت ګټل او له دوزخ څخه نجات موندل دي.

نو که چیرته یې په واجبه یا مستحبه توګه توحید عملي کړی و نو اور ته له داخلیدو به نجات ومومي، او که چیرته موحد و، خو له شرک پرته یې نور ګناهونه کړي و، نو نجات یې دا دی چې د تل لپاره به په اور کې نه پاتې کیږي؛ ځکه چې یوازې مشرک دی چې د تل لپاره به پکې پاتې کیږي، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي: ژباړه: «ملاېکو ته یې امر وکړ چې هغه کسان له اور څخه راوباسي چې له الله تعالی سره یې هیڅ شی شریک کړی ندی، له هغو کسانو چې الله تعالی پرې رحم کول غوښتل، له هغو کسانو چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ» وایي ([19]). () بخاري (7437) او مسلم (182) د أبو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.

له ثمرو څخه یې یوه دا ده چې دا د سینې د پراخېدو تر ټولو لوی لامل دی، نو د خاوند سینه به یې د کمال، ځواک او زیاتوالي سره سمه پراخه وي.

الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (ایا نو هغه څوک چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانیستلي وي، نو دغه كس به رڼا كې وي د خپل رب له جانبه). [الزمر: 22]، او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (نو څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي). [الأنعام: 125]، نو هدایت او توحید د سینې د پراخېدو له سترو لاملونو څخه دي، په داسې حال کې چې شرک او ګمراهۍ یې د تنګوالي له سترو لاملونو څخه دي.

له ثمرو څخه یې یوه دا ده چې الله پاک د توحید خاوندانو ته په دې دنیا کې عزت او بریا، په ځمکه کې واک، ډاډ او د حالاتو سمونتیا تضمین کړي دي. الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى ستاسو نه، او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي 55 ﴾ [سورة النور].

او لدې څخه: دا چې توحید د بنده پر مخ د خېر، خوښۍ، لذت، خوشحالۍ، او سکون دروازه پرانیزي. الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (هغه كسان چې ایمان يې راوړى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يوازې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي 28 ﴾ (الرعد سورت)، او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي 123 ژباړه: (او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو 124﴾ (طه سورت).

نو دا د دې لوی موضوع په اړه یو څو ساده ویناوې وې، زه له الله جل جلاله څخه سوال کوم چې موږ ټولو ته په هغه څه ګټه راورسوي چې موږ زده کړي او موږ ته یې حجت وګرځوي؛ نه پر موږ، او دا چې موږ ته سمه لاره راوښيي.

والله أعلم وصلَّى الله وسلَّم على عبده ورسوله نبيِّنا مُحمَّد وآله وصحبه أجمعين.