مخالفات الحج والعمرة والزيارة

مخالفات الحج والعمرة والزيارة

د حج، عمرې او زیارت سرغړونې

Language: lang_ps
Prepared by: په (بېلابېلو) ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
Version: 3.0
Translations 35
Amharic Assamese Bambara Bengali +31
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د حج، عمرې او زیارت سرغړونې

په (بېلابېلو) ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه

د عمرې په تړاو تېروتنې او سرغړونې

لومړی: احرام کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. د تلبېې پرېښودل، دا چې د احرام تړلو په وخت کې د هغه عبادت (مراسم) لپاره چې نیت یې لري خپل غږ لوړ نه کړي.

او سنت دا ده چې: غږ باید لوړ کړی شي.

۲. ځینې خلک فکر کوي چې احرام یوازې د (لنګ او څادر) اغوستل دي،

احرام په حقیقت کې د حج یا عمرې په نیت عبادت ته داخلېدل دي، او نښه (علامه) یې د تلبیې په ویلو سره اعلان کول دي، نو څوک چې د حج یا عمرې په نیت تلبیه ووایی، په رښتیا یې احرام تړلی دی.

۳. ځینې خلک دا گومان کوي چې د احرام لپاره غسل کول ضروري -واجب- دي.

حقیقت دا دی چې دا یو سنت عمل دی، څوک چې یې پرېږدي په هغه باندې هېڅ ګناه نشته.

۴. ځینې خلک دا گومان کوي چې د احرام په وخت کې دوه رکعته (لمونځ) اړین دی، یا دا چې دا یو خاص سنت دی چې باید حتماً ادا شي، نو په هر حالت کې يې ادا کوي.

او صحیح قول دا ده چې د احرام دمخه لمونځ کول مشروع (جایز) دي، خو د احرام لپاره ځانگړی (مخصوص) لمونځ نشته، نو که چېرته یو څوک فرض لمونځ یا کوم نور مشروع لمونځ وکړي، نو د هغه وروسته احرام تړلی شي.

۵. ځینې خلک دا گومان کوي چې د احرام لپاره باید په میقات کې په بشپړ ډول ودرېږي، او جومات ته ښکته شي.

دا اړینه نه ده، نو څوک چې د احرام جامو سره چمتو وي او له میقات څخه تېر شي یا په خپل موټر کې د میقات له مخې څخه تېر شی او تلبیه ووایي، نو دا د هغه لپاره کافي دی، همدا ډول څوک چې الوتکې کې د میقات د تېرېدو پر مهال یا د میقات څخه لږ مخکې له دې چې میقات تېر شي، تلبیه ووایی.

۶. احرام باندې خوشبویي کارول.

صحیح عمل دا دی چې یوازې په بدن عطر (خوشبو) وکارول شي.

۷. ځیني خلک دا گمان کوي چې د احرام په وخت کې د بدن وېښتان خریل، نوكان لنډول، او د تخرګونو وېښتان خریل لازم او واجب دي، یا يې دا د احرام د سنتو څخه گڼي.

حقیقت دا دی چې دا یو عمومي سنت دی، کله چې ورته اړتیا وي.

۸. له میقات څخه مخکې احرام تړل.

او دا د سنت خلاف دی، خو هغه څوک چې الوتکه کې وي، هغه ته اجازه ده چې یو څه وړاندې خپل احرام وتړي، ترڅو د الوتکې د چټکتیا له امله د احرام ځای (میقات) له لاسه ور نه کړي، همدارنګه که چېرې د دې وېره وي چې ویده به شي او د احرام ځای به له لاسه ورکړي، نو د اړتیا په اندازه مخکې له میقات څخه احرام تړلی شي.

۹. د حج یا عمرې نیت لرونکی چې له میقات څخه پرته له احرامه تېرېدل، که په ناپوهۍ، غفلت له امله، او یا دا چې په الوتکه کې وي؟

که د عمرې یا حج نیت ولري او له میقات څخه تیر شي، خو له میقات څخه یې احرام نه وي تړلی: هغه باید بېرته میقات ته راشي او له هغه ځایه دې احرام وتړي، همدارنګه څوک چې د جدې په هوایی ډګر کې ښکته شي او په الوتکه کې یې د یو علت له امله احرام نه وي تړلی، نو هغه باندې لازم دي چې د میقاتو څخه یو میقات ته ولاړ شي او له هغه ځایه احرام وتړي، خو له دې حکم څخه هغه کسان مستثنی دي چې نه د میقاتونو څخه تېرېږي او نه د میقاتونو سره موازي لاره لري، نو دوی کولای شي چې له جدې څخه احرام وتړي، لکه د سودان اوسیدونکي چې کله په الوتکه یا بیړۍ کې راځي؛ مګر که پوه شي چې د هغوی د سفر په لاره کې د یلملم یا جحفه میقاتونو سره موازي دي، نو باید له یادو میقاتونو څخه احرام وتړي.

۱۰. د (مَخِيط) ګنډل شوي څیز په اړه غلط پوهېدل، دا ده چې دا د هر هغه څه معنی لري چې ګنډل یا خیاطي شوي وي، نو دوی د کمربند، پټۍ، او یا د هغه چپلو په اغوستلو سره په مشکل کې واقع کېږي چې ګنډل ولري.

او دا صحیح نه دی، ځکه چې مخيط هغه څه دي چې د بدن په اندازه قیچي یا قطع شوي وي یا پر بدن جوړ شوي وي، لکه کميس او پرتوګ؛ کله چې په عادي توګه واغوستل شي.

۱۱. د ښځو لپاره د قفاز (دستکشې)، برقعې، نقاب، یا بشپړ حجاب اغوستل.

د احرام په حالت کې، که ښځه د نامحرمو نارينو په شتون کې وي، نو پرې لازمه ده چې خپل مخ او لاسونه د نقاب او قفازو (د لاسو پوښ) پرته بل څه سره وپوښي، ځکه چې د نبي کریم صلى الله عليه وسلم د محرمې (احرام اچونکې ښځې) لپاره د دواړو (نقاب او قفازو) اچول منع کړي دي.

۱۲. ځیني خلک داسې ګومان کوي چې ښځو لپاره د احرام خاصې جامې وي یا تور، شین یا سپین.

او دا صحیح نه ده، محرمه ښځه کولی شي چې هر ډول جامې واغوندي، پرته له دې چې کوم زینت ښکاره کړي.

۱۳. ځيني خلک دا گومان کوي چې د احرام د جامو بدلول یا وېستل روا نده.

او صحیحه خبره دا ده چې محرم کولای شي خپل د احرام جامې بدلې کړي او یا یې ووینځي او بیا یې واغوندي.

۱۴. د احرام له پیله تر پایه پورې اضطباع (نارینه د خپل څادر منځنۍ برخه خپل ښي تخرګ لاندې تېرول، او څنډې یې په خپله کیڼه اوږه باندې اچول) کول.

او صحیح دا دی چې اضطباع یوازې د عمرې په طواف او یا د قدوم په طواف کې مشروع دی.

۱۵. د احرام نه تړل او پرته له کوم شرعي دلیل څخه یې خلاص (لرې) کول.

محرم باید تر هغه وخته پورې په احرام کې پاتې شي تر څو چې خپل مراسم بشپړ کړي، مګر دا چې د هغه لپاره د احرام خلاصولو (لرې کول) لپاره کوم شرعي مانع شتون ولري، چې هغه احصار (راګیر کېدل) دي، نو پدې حالت کې د خلاصولو اجازه ورکول کېږي، که محرم د احرام تړلو په وخت کې شرط اېښودلی وي، هغه کولی شی چې د احرام څخه ځان خلاص کړي، نو پدې حالت کې هغه باندې څه نشته، او که شرط یې نه وي ټاکلی، نو هغه باید د فدیې په توګه قرباني وکړي، خپل وېښتان وخریي یا یې لنډ کړي، او بیا دې احرام لرې کړي.

***

دویم: په طواف کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. مسجد حرام ته د ننوتلو یا د کعبې د لیدلو پر مهال هغو دعاګانو باندې ټینګار کول چې ثابتې ندي.

سنت دا دی چې په هغه دعاګانو باندې بسنه وشي چې د نبي ﷺ څخه ثابتې دي.

۲. د طواف په پیل کې د نیت تلفظ کول.

د نیت ځای زړه دی، نو په ژبه یې ویل جواز نلري.

۳. د طواف پیلول د حجر الاسود څخه وړاندې، د احتیاط لمخې.

او دا د مبالغې او سختوالي څخه شمېرل کېږي.

۴. د حجر اسود څخه د تېرېدو وروسته د طواف پیل کول، او هغه د یو شوط (ګردش) په توګه ګڼل.

او دا یوه تېروتنه ده، که څوک دا کار وکړي، نو دا شوط اعتبار نلري.

۵. حجر اسود سره د برابرېدو پر مهال ددواړو لاسونه پورته کول، لکه څنګه چې په لمانځه کې پورته کېږي، یا درې ځله د لاسونو پورته کول.

او سنت دا دی چې یوازې یو ځلي په ښي لاس سره اشاره وشي.

۶. د حجر اسود په برابرۍ سره د اوږدې مودې لپاره درېدل.

او سنت دا دی چې اوږد مهاله توقف ونکړي.

۷. حجر اسود ته د رسېدو لپاره ډېر زور او ټېلې کول ترڅو ښکل یې کړي.

سنت دا دی چې زور او ټېلې ونکړي، که پرته له زور او ټېلو څخه ورته رسېدلی شي، نو ښکل دې کړي، که نه نو یواځې اشاره دې ورته وکړي.

۸. د حجر اسود څخه د تکبیر (الله اکبر) ویلو پرته تېرېدل او بېرته ګرځېدل، ترڅو هغه ته اشاره وکړي او تکبیر (الله اکبر) ووایی، یا د هغه څخه تېرېدو وروسته تکبیر ویل.

دا ټول غلط دي، ځکه چې دا هغه سنت دی چې ځای یې تېر شو، او د عملي کولو لپاره یې بېرته را ګرځېدل جواز نه لري، او که څوک د تکبیر ویل هېر کړي او یا یې په قصدي ډول پرېږدي، نو هغه باندې هېڅ ګناه نشته.

۹. د هر شوط (ګردش) لپاره ځانګړي دعا تعیینول.

د دې لپاره هېڅ دلیل نشته؛ سنت دا دی چې طواف کوونکی د دنیا او آخرت د خیر او نیکیو څخه یې چې خوښه وي دعا دې وکړي، او په هر مشروع ذکر (تسبیح، تحمید، تهلیل، تکبیر، یا د قرآن تلاوت) سره دې الله تعالی یاد کړي.

۱۰. د طواف په ټولو شوطونو (ګردشونو) کې رمل کول (چټک تلل).

سنت دا ده چې یوازې په لومړيو درې شوطونو (ګردشونو) کې ترسره شي.

۱۱. پرته له عذر څخه د طواف پرمهال کعبه خپل کیڼ اړخ کې نه ساتل.

سنت دا دی چې کعبه کیڼ اړخ ته وي؛ نو د دې خلاف تساهل او نرمي کول مناسب نه دی، او که د ګڼې ګوڼې یا بل عذر لمخې یې ترسره کړي، نو هغه باندې ګناه نشته.

۱۲. د رکن یماني ښکلول، یا که ښکلولی یې نه شي، نو هغه ته اشاره کول.

سنت دا دی چې یوازې په لاس سره لمس شي، پرته له دې چې ښکل کړی شي، که یې نه شي لمسولی، نو اشاره دې هم نه کوي.

۱۳. د کعبې شریفې یا د هغې د دیوالونو ټول کونجونه لمس کول او ښکلول، او مسح کول.

دا د سنت خلاف دی، ځکه چې یوازې د حجر الاسود ښکلول او یوازې د رکن یماني لمس کول جائز دي.

۱۴. داسې ګمان کول چې د رکن یماني او حجر الاسود لمس کول د برکت لپاره دي، نه د عبادت لپاره.

دا ټول جهالت او ګمراهي ده، ځکه چې ګټه او زیان یوازې د الله تعالی په لاس کې دي، د عمر رضی الله عنه څخه روایت شوی چې هغه حجر الاسود ته راغی او ښکل یې کړ او ویې ویل: "زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، چې نه زیان رسولی شې او نه ګټه، او که ما پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه وی لیدلی چې ته یې ښکل کړې، نو ما به ته ښکل کړی نه وی" [1] [1] بخاري په شمېره (1597) کې روایت کړی.

۱۵. په دعا کې دومره لوړ غږ پورته کول چې طواف کوونکي وځوروي.

سنت دا دی چې په ټیټ او آرام غږ خپل رب یاد کړي او دعا دې وکړي، تر څو په نورو طواف کوونکو ګډوډي رامنځ ته نشي.

۱۶. د طواف پرمهال د عکس اخیستلو یا په غیر مهمو خبرو اترو باندې بوختېدل.

د طواف کوونکي لپاره مشروع ده چې خپل رب په عاجزۍ، تسلیمۍ او حاضر ذهن سره یاد کړي.

۱۷. حجر اسود ته د رسېدو څخه مخکې طواف پای ته رسول.

واجب دادی چې اووم شوط (ګردش) بشپړ کړي، تر هغه چې ډاډه شي یا په ډېر احتمال سره چې حجر اسود ته رسېدلی وي.

۱۸. داسې عقیده لرل چې د طواف دوه رکعته لمونځ باید د مقام شاته یا هغې ته نږدې ترسره شي، نو دوی ګڼه ګوڼه جوړوي او د موسم په ورځو کې حاجیانو ته تکلیف رسوي، د دوی د طواف مخه نیسي.

دا یو غلط باور دی، د طواف وروسته دوه رکعتونه د مسجد الحرام په هر ځای کې صحیح دي، لمونځ کوونکی کولی شي مقام ابراهیم د کعبې او خپل ترمنځ وساتي (حتی که لرې وي) او په صحن یا د مسجد په یوې برخه کې په آرامۍ سره لمونځ وکړي، په دې توګه هم د ګڼه ګوڼې څخه ځان ساتلی شي او هم په لمونځ کې یې عاجزي او سکون راتللی شي.

۱۹. د طواف دوه رکعته اوږدول او له هغو وروسته دعا کول.

او سنت دا دی چې لنډ شي، او له هغو وروسته دعا ونه شي، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دی.

۲۰. د طواف د دو رکعتونو په ادا کولو کې اضطباع (یوه اوږه ښکاره کول).

سنت دا دی چې د طواف له بشپړولو وروسته سمدلاسه خپل څادر بېرته په خپلو اوږو واچوي.

***

دریم: د سعې په وخت کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. په سعي کې اضطباع (یو اوږه ښکاره کول).

مخکې وویل شو چې اضطباع یوازې د طواف په وخت کې جواز لري.

2. د سعې له پیل کولو دمخه د نیت تلفظ کول.

مخکې وویل شو چې د نیت ځای زړه دی، او په لفظي ډول یې ویل جواز نلري.

۳. له مروې څخه د سعې پیل کول.

دا غلطه ده؛ سعي لازمًا د صفا څخه پیل کېږي، که چېرې څوک له مروې څخه پیل کړي، شوط یې صحیح نه ګڼل کېږي.

4. ځینې خلک فکر کوي چې تګ او راتګ یو شوط (ګردش) حسابېږي، نو دوی څوارلس شوطونه (ګردشونه) کوي.

دا غلطه ده، له صفا څخه مروې ته تلل یو شوط دی، او له مروې څخه صفا ته راګرځېدل بل شوط دی، صفا څخه پیلېږي، او مروې باندې بشپړېږي.

۵. د صفا غره ته ختل، داسې فکر کول چې دا ضروري ده.

د دې عمل لپاره هېڅ دلیل نشته.

۶- لاسونه پورته کول او په هغو سره اشاره کول لکه څنګه چې د لمانځه په تکبیرونو کې یې ترسره کوي.

صحیح دا ده چې د قبلې په لور مخ اړول او په ثابتو دعاګانو باندې بسنه وشي.

۷. ښځه د نارینه وو په څېر د دواړو نښووترمنځ چټکه سعی کول.

د علماوو د اجماع له مخې، د هغې لپاره یوازې عادي او ارام قدم وهل جواز لري، ترڅو زینت یې ښکاره نه شي.

۸. د سعې د هر شوط (ګردش) لپاره یوه ځانګړې دعا تعینول.

د دې لپاره هېڅ دلیل نشته، بلکې هغه کولی شي د خپلې خوښې دعا وکړي پرته له کومې مشخصې دعا څخه.

۹. په مسعی کې په لوړ غږ دعا کول، چې د نورو خلکو د ځورولو سبب وګرځي.

سنت دا دی چې په ټیټ او آرام غږ خپل رب یاد کړي او په خپل زړه کې دعا وکړي تر څو د نورو خلکو د ځورولو سبب و نه ګرځي.

۱۰. په صفا او مروه کې د سعي پر مهال په ټولو شوطونو کې چټک تلل.

سنت دا ده چې یوازې د دوه شنو بیرغونو ترمنځ چټک تلل دي.

۱۱. د سعې وروسته دوه رکعته لمونځ کول.

په دې عمل باندې هېڅ دلیل نشته، او جواز نلري.

۱۲. پرته له مراسمو (حج، عمره) څخه نفلي سعي کول.

نفلي سعي جواز نلري.

***

څلورم: د وېښتانو په خریلو یا لنډولو کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. د ټول سر د وېښتانو په خریلو یا لنډولو کې بې پروايي.

سنت دا دی چې د سر ټول وېښتان په مساوي ډول وخریل شي یا لنډې شي.

۲. د مسجد حرام دننه د وېښتانو خریل یا لنډول، او وېښتان هلته اچول.

د مسجد الحرام درناوي او د هغې پاک ساتل ضروري دي.

۳. د وېښتانو په خریلو یا لنډولو کې ډېر ځنډ کول، ددې لامل ګرځې چې هغه هېر شي او یا نورو کارونو کې بوخت شي.

د طواف او سعي له بشپړولو وروسته سمدلاسه دا کار باید ترسره شي.

۴- د وېښتانو د خریلو یا لنډولو څخه مخکې د احرام ممنوعه کارونه ترسره کول.

واجب دا دی چې د احرام ممنوعه کارونه ترسره نه شي مګر وروسته له خریلو او یا لنډولو څخه.

***

د حج اړوند تېروتنې او سرغړونې

لومړی: د ترویې په ورځ د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. ځینې خلک ګومان کوي چې د ترویې په ورځ د مسجد الحرام یا د کعبې د ناوې لاندې احرام تړل جواز لري.

سنت دا دی چې له استوګنځای څخه باید احرام وتړي؛ که استوګنځای یې مکه کې وي یا منی کې وي.

۲. د احرام تړلو ځنډول، د ماسپښین د لمانځه وروسته پورې.

سنت دا دی چې د ماسپښین د لمانځه څخه مخکې د حج لپاره احرام وتړل شي.

۳. په منی کې شپه نه تېرول، سره له دې چې توان یې ولري.

سنت دا دی چې حاجي شپه په منى کې تېره کړي، که چېرې توان یې ولري؛ ځکه چې نبي صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی.

۴. په منی کې ټول لمونځونه یوځای ادا کول.

سنت دا دی چې په منی کې لمونځونه لنډ (قصر) شي، نه دا چې یوځای شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروۍ لمخې.

***

دریم: د عرفات په ورځ کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. د احتیاط په خاطر د اتمې ورځې یوه برخه په عرفات کې تېرول.

دا د سختۍ او مبالغې څخه شمېرل کېږي چې له دي څخه منع شوې ده.

۲. د اتمې ورځې یا د نهمې ورځې شپه له منى څخه عرفات ته تګ او هلته شپه تېرول.

دا د سنت خلاف دی، او په دې سره په منى کې د شپې تېرولو سنت ضایع کېږي.

۳. د عرفې له حدودو څخه بهر ودرېدل.

حاجي باید د عرفې په حدودو کې د ودرېدو هڅه وکړي.

۴. داسې ګومان کول چې په نمره جومات کې د امام سره لمونځ کول اړین دي او هلته د پاتې کېدو لپاره ډېره ګڼه ګوڼه جوړول.

دا ضروري نه دي، او ددې عمل لپاره ګډوډي جوړول روا نه دي.

۵. د دعا په وخت کې د (ایلال) غره ته مخ اړول.

او سنت دا دی چې قبلې ته مخامخ شي.

۶. دا عقیده لرل چې د ایلال غره ته پورته کېدل واجب دي، یا دا د حج د اعمالو څخه یو دی، او یا دا چې دا د عرفات د نورو برخو په پرتله فضیلت یا ځانګړتیا لري.

د دې لپاره هېڅ دلیل نشته؛ بلکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو سره په ټکر کې ده.

۷. د (ایلال) غر د رحمت غر، یا د (دعا غر) باندې نومول.

صحیح نوم یې ایلال دی، او د رحمت یا د دعا غر نومولو باندې هېڅ دلیل نشته.

۸. د عرفات په غر کې قبې ته ننوتل، او د آدم قبې باندې نومول، او په هغې کې لمونځ کول، او د کعبې د طواف په څېر یې طواف کول.

دا ټول منع شوي بدعتونه دي چې حتی ددې امکان لري چې شرک ته ورسېږي.

۹. د جبل الرحمې په ستنې باندې تبرک کول او نومونه پرې لیکل.

دا ټول منع شوي بدعتونه دي چې حتی ددې امکان لري چې شرک ته ورسېږي.

۱۰. د عرفات یا نورو غرونو په درزونو کې پیسې اچول، یا د وېښتانو، نوکانو، جامو یا ورته شیانو اېښودل، په دې باور چې دا کار به د دې څېښتنان بېرته دې ځایونو ته راولي.

دا ټول منع شوي بدعتونه دي چې حتی ددې امکان لري چې شرک ته ورسېږي.

۱۱. داسې ګومان کول چې د نبي ﷺ په ځای کې درېدل اړین دي، یا په تکلف او هڅو سره هلته تلل.

صحیح نظر دا دی چې دا واجب او ضروري نه دی، او داسې هڅه کول جواز نلري.

۱۲. د وخت ضایع کول، دعا او ذکر پرېښودل، او په هغو شیانو ځان مصروفول چې ګټور نه دي.

۱۳. د دعا پیل تر لمر لوېدو یا د ورځې تر پایه پورې ځنډول.

۱۴. په تکلف سره د دعا لپاره ولاړ درېدل، او داسې ګومان کول چې دا سنت دی، یا داسې ګومان کول چې په عرفه کې د وقوف معنی د دعا کولو پرمهال ولاړېدل دي.

صحیح نظر دا دی چې په عرفه کې د وقوف څخه مطلب دا دی چې پدې وخت کې هلته شتون لري، که ولاړ وي یا ناست وي، که سپور وي یا په پښو روان وي.

۱۵. د لمر لوېدو دمخه له عرفې څخه وتل.

دا حرام دي؛ ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو سره په ټکر کې دی.

۱۶. له لمر لوېدو وروسته له عذر پرته د وتلو ځنډول.

سنت دا دی چې له لمر لوېدو وروسته سمدلاسه روان شي، پرته لدې چې کوم عذر شتون ولري.

۱۷. ځینې خلک په دې باور دي چې د جمعې په ورځ په عرفه کې ولاړېدل د اویا حجونو سره برابر دي.

د دې لپاره هېڅ دلیل نشته.

***

دریم: مزدلفې ته د تلو او هلته د شپې تېرولو پر مهال د خلکو تېروتنې او سرغړونې

1. عرفې څخه د وتلو پر مهال بېړه کول او د موټرو په ذریعه ګډوډي رامینځته کول.

سنت دا دی چې په ارامه او وقار سره وتل ترسره شي، پرته له زیان رسولو څخه.

2. ځینې خلک فکر کوي چې مزدلفه کې د شپې تېرولو دمخه غسل کول مشروع دی.

د دې مشروعیت لپاره هېڅ دلیل نشته.

3. ځینې خلک ګومان کوي چې د مسافر لپاره غوره ده چې له موټر (سپرلۍ) څخه ښکته شي او مزدلفې ته په پښو داخل شي.

د دې مشروعیت لپاره هېڅ دلیل نشته.

۴. داسې ځای کې ښکته کېدل مخکې له دې چې ډاډمن شي چې دا د مزدلفې حدودو کې شامل دی.

۵. مزدلفې ته په رسېدو سره د لمونځ نه پیل کول.

سنت دا دی چې مزدلفې ته په رسېدو سره سمدلاسه لمونځ پیل شي.

۶. د داخلېدو سره سم د تېږو په راټولولو بوختېدل، او مزدلفې ته توجه نه کول، او داسې ګومان کول چې دا مشروع عمل دی.

دې عمل لپاره هېڅ دلیل نشته.

۷. د ماښام او ماخوستن لمونځونه تر هغه وخته پورې ځنډول چې وختونه یې تېر شي، او هغه نیمه شپه ده.

واجب دا دی چې د ماښام او ماخوستن لمونځونه د نیمې شپې څخه مخکې، حتی که مزدلفې ته د رسېدو څخه مخکې هم وي باید ترسره شي.

۸. د مزدلفې شپه په لمونځ، عبادت، یا تفریح او لوبو سره تېرول.

سنت دا دی چې خوب او آرام وشي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د متابعت لمخې، ترڅو د اختر د ورځې په اعمالو کې ورسره مرسته وکړي.

۹. د ضعیفو خلکو او د دوی د ملګرو وتل د نیمې شپې څخه مخکې.

واجب دا دی چې دوی کولی شي چې د نیمې شپې څخه وروسته ووځي.

۱۰. د هغه چا د سهار څخه مخکې وتل چې نه ضعیف وي او نه ورسره ضعیف ملګري وي.

واجب دا دی چې په مزدلفه کې تر سهاره پورې پاتې شي.

۱۱. له مزدلفې څخه د وتلو ځنډول تر لمر ختو پورې.

له لمر ختو مخکې وتل سنت دي.

***

څلورم: د قربانۍ د ورځې په مراسمو کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. ځینې خلک په دې ګومان دي چې د جمرو ویشتلو لپاره غسل کول مشروع دي.

د دې مشروعیت لپاره هېڅ دلیل نشته.

۲. د جمراتو د تیږو مینځل.

د دې مشروعیت لپاره هېڅ دلیل نشته.

۳. داسې عقیده لرل چې د جمراتو ویشتل نه صحیح کېږي مګر د مزدلفې په تیږو سره.

د دې لپاره هېڅ دلیل نشته، نو له هر ځای څخه یې راټولولی شي.

۴. د تیږو پرته په بل څیز باندې ویشتل، یا لویو تیږې باندې ویشتل.

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونې خلاف دی.

۵. د تیږو ویشتلو پر مهال غوسه کېدل، او داسې ګومان کول چې ویشتل شوی څیز شیطان دی.

۶. د جمراتو د ویشتلو لپاره د حلقې او ډلې جوړول، او خلکو ته تکلیف رسول.

۷. د جمراتو د ویشتلو پر مهال د مشروع ذکر څخه ډېر ذکر کول.

غوره دا ده چې تکبیر باندې بسنه وشي.

۸. په یو وار باندې اووه واړه تیږې ویشتل.

په دې حالت کې، یوازې د یوې تیږې اچول حسابېږي، او واجب دا ده چې هره تیږه په جلا توګه وغورځول شي.

۹. په حوض کې د تیږو اچول پرته له دې چې وویشتل شي.

دا کافي نه ده، مشروعه طریقه دا ده چې د ویشتلو د لنډې مسافې څخه وویشل شي.

۱۰. د ښکاره دیوال د ویشتلو اراده کول، او داسې ګومان کول اصلي هدف دیوال ده.

مشروع دا ده چې تیږې په حوض کې وغورځېږی حتی که په دیوال هم ونه لګېږي.

۱۱. له لرې ځایه څخه د جمراتو ویشتل، پرته له دې چې ډاډه شي چې تیږې په حوض کې غورځېدلي.

۱۲. د جمره عقبه له ویشتلو وروسته د دعا لپاره تم کېدل.

دا جواز نلري، ځکه چې د دې د جواز لپاره هېڅ دلیل نشته.

۱۳. د قربانۍ له ورځې څخه مخکې د تمتع او قران لپاره د قربانۍ څاروي ذبح کول.

څوک چې دا کار وکړي، هغه لپاره کافي نه دی، او هغه باید د شریعت لخوا ټاکل شوي وخت کې، چې د اختر ورځ څخه د تشریق تر وروستۍ ورځې پورې دې، خپله قرباني دې تکرار کړي.

۱۴. د قربانۍ د ذبح کولو پر ځای د قربانۍ د قیمت په اندازه صدقه ورکول.

څوک چې دا کار وکړي، نو دا نه صحیح کیږي، او هغه باید ذبح وکړي.

۱۵. د سر د یوې برخې وېښتان خریل یا لنډول.

او سنت دا ده چې د سر ټول وېښتان وخریل شي یا لنډې شي.

۱۶. د طواف افاضه پر ځای طواف قدوم باندې بسنه کول، یا د عرفې او مزدلفې څخه یې مخکې یې ترسره کول.

څوک چې دا عمل ترسره کړي، دا ورته بسنه نه کوي، ځکه چې طواف افاضه د حج یو رکن دی، پرته له دې څخه حج یې نه صحیح کېږي، او د طواف افاضه ترسره کول د عرفې او مزدلفې د وقوف څخه مخکې جواز نلري.

***

پنځم: د منی په ورځو (د تشریق ورځې) کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. جمرات ویشتلو کې د نیابت او وکالت په اړه تساهل.

اصل دا دی چې حاجي باید په خپله جمرات وولي، مګر د معتبر شرعي عذر له وجهې چې هغه ته اجازه ورکړي چې بل څوک د جمراتو د ویشتلو لپاره وټاکي.

2. د هغه چا سفر چې د جمراتو د ویشتلو لپاره یې نایب یا وکیل ټاکلی وي، مخکې له دې چې د حج مراسم او ورځې بشپړې شي.

دا یوه تېروتنه ده، هغه باید په منی یا خپل استوګن ځای کې پاتې شي تر هغه چې د حج مراسم بشپړ شي، او طواف وداع وکړي، او بیا لاړ شي.

3. د تشریق په ورځو کې د لمر له زوال څخه مخکې د جمراتو ویشتل.

او سنت دا ده چې د جمراتو ویشتل د زوال وروسته ترسره شي.

۴. د درې ګونو جمراتو په ترتیب سره نه ویشتل.

د جمراتو ویشتل په ترتیب سره واجب دي، په دې ترتیب چې په پيل کې لومړی جمره، بیا منځنۍ جمره، بیا لویه جمره چې عقبې جمره ده وویشتل شي، نو څوک چې ددې ترتیب ضد او یا خلاف عمل وکړي هغه باید د جمراتو ویشتل په ترتیب سره بیا تکرار کړي، کوچنۍ جمرې باندې دې حساب کړي، او بیا دې پاتې جمرات وولي.

۵. د جمره عقبه له ویشتلو وروسته د دعا لپاره توقف کول.

سنت دا ده چې دعا یوازې د "جمره اولی" او "جمره وسطی" ویشتلو وروسته ترسره شي.

***

شپږم: په طواف الوداع کې د خلکو تېروتنې او سرغړونې

۱. د جمراتو د ویشتلو له وروستۍ ورځې څخه مخکې د طواف الوداع ترسره کول؛ ترڅو د جمراتو د ویشتلو وروسته سمدلاسه سفر وکړي.

دا یوه تېروتنه ده، او څوک چې دا عمل وکړي، نو هغه یې په ناسم وخت کې ترسره کړی دی، دا بسنه نه کوي، او لازم ده چې د جمراتو له ویشتلو وروسته د وداع طواف تکرار کړي.

2. د جمراتو ویشتلو لپاره وکیل ټاکل، خو د وکیل لخوا د جمراتو ویشتلو څخه مخکې د وداع طواف ترسره کول.

صحیح عمل دا دی چې هغه باید انتظار وکړي تر هغه چې وکیل جمرات ویشتل پای ته ورسوي، بیا دې د وداع طواف ترسره کړي.

۳. په قصدي ډول د کعبې په لور شا نه ګرځول، د کعبې د احترام له امله په شا تلل.

د دې د جواز لپاره هېڅ دلیل نشته، او غوره لارښوونه د محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.

4. د مسجد الحرام څخه د وتلو په وخت کې د دعا لپاره درېدل.

د دې لپاره هم هېڅ دلیل نشته.

5. د وداع طواف وروسته په مکې کې د شرعي عذر پرته ډېره موده پاتې کېدل.

واجب دا دی چې د وداع طواف وروسته په چټکۍ له مکې څخه ووځي، خو د ملګرو انتظار یا د سفر توکو اخيستل او داسې نورو لپاره څه موده پاتې کېدل ستونزه نه لري.

خو که چېرې بې له شرعي عذر څخه ډېره موده پاتې شي، نو لازم ده چې د وداع طواف بیا تکرار کړي.

د مسجد النبوي د زیارت په اړه تېروتنې او سرغړونې

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د قبر د زیارت پر مهال د دیوالونو او پنجرو مسح کول، او کړکیو کې د تارونو یا نورو شیانو تړل د برکت په نیت.

برکت هغه څه کې ده چې الله تعالی او رسول یې (صلی الله علیه وسلم) وضع کړي وي، نه په بدعتونو کې.

2. د احد په غره کې د غارونو زیارت، او په مکې کې د حراء او ثور غار ته تلل، هلته د کپړو اوپارچو تړل، او داسې دعاګانې کول چې الله یې اجازه نه دی ورکړې، او په دې کار کې ځان باندې سختي راوړل.

دا ټول هغه بدعتونه دي چې په سپېڅلي شریعت کې یې هېڅ اصل نشته.

3. د هغو ځایونو زیارت چې ځینې خلک یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د یادګارونو په توګه ګڼي، لکه د اوښ تم ځای (مبرك الناقة)، د خاتم څاه (بئر الخاتم) یا د عثمان څاه (بئر عثمان)، او د دې ځایونو څخه د برکت لپاره د خاورو اخیستل.

4. د بقيع او د احد د شهدا او مړو له قبرونو څخه غوښتنه کول، او هلته د پیسو اچول، دوی ته نږدې کېدو او د هغوی د برکت ترلاسه کولو په نیت.

او دا له سترو تېروتنو څخه دي، بلکې شرک اکبر (لوی شرک) څخه دی، لکه څرنګه چې علماو د الله تعالی د کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سنت په استناد سره بیان کړي دي، ځکه چې عبادت یوازې د الله لپاره دی، او هېڅ یو عبادتي عمل (لکه دعا، ذبیحه، نذر، او داسې نور) د غیر الله لپاره جواز نه لري، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ...﴾ ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة: 5]

وصلى الله وسلم على نبينا محمد.