آداب السفر وأحكامه
د سفر آداب او احکام الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.
د سفر آداب او احکام الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.
أما بعد:
دا د سفر د آدابو او احکامو په اړه یو لنډ پیغام دی چې هڅه مو کړې ډیری هغه مسائل بیان کړو چې مسافر ورته اړتیا لري.
موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي.
په (بېلابېلو) ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
لومړی: د سفر آداب
هر څوک چې د حج یا نورو عبادتونو لپاره سفر کوي، باید لاندې چارو ته پاملرنه وکړي:
۱. که چیرې لارې ډېرې وي، نو باید د وخت، سپارلۍ، ملګري او لارې په اړه له الله تعالی څخه لارښوونه وغواړي (استخاره وکړي) که چېرې لارې ګڼې وي، او په دې اړه باید له تجربه لرونکو او نېکانو خلکو سره مشوره وکړي، او په حج او عمره کې له شک پرته چې خېر دی. د استخارې طریقه دا ده چې دوه رکعته لمونځ وکړي او بیا له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په نقل شوو الفاظو دعا وغواړي.
په حج او عمره کوونکي واجب دي چې قصد یې د الله تعالی رضا او هغه ته ځان نږدې کول وي او دا چې باید له دنیوي ګټو، ویاړ، لقبونو ترلاسه کولو، یا ځان ښودنې او شهرت غوښتنې څخه ځان وساتي، ځکه دا د عمل د بربادېدو او نه قبلیدو لامل ګرځي، الله تعالی فرمایلي: (ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كیږي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات تمه لري، هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي). [الكهف: ۱۱۰] او په قدسي حدیث کې راځي: «زه له شرک نه تر ټولو ډېر بې حاجته شرېکوال ېم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم» [۱]. [۱] مسلم په (۲۹۸۵شمیره روایت کړی).
۳. حج او عمره کوونکی باید له سفر نه وړاندې د عمرې او حج په احکامو ځان پوه کړي، او مخکې له دې چې سفر وکړي حکمونه یې زده کړي، تر څو ترې کوم واجب پاتې نه شي یا حرام ونه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا ته چې الله تعالی د خېر اراده وکړي، هغه ته په دین کې پوهه ورکوي» [۲]. (۲) بخاري په: (۳۱۱۶)، او مسلم په: (۱۰۰) شمېره روایت کړی.
۴. حج او یا عمره کوونکی باید د حج او عمرې لپاره حلالې پیسې غوره کړي. ځکه چې الله تعالی پاک دی او یوازې هغه څه مني چې پاک وي؛ او ځکه چې حرامې پیسې د دعا د نه قبلېدو لامل ګرځي.
۵. باید له ټولو ګناهونو او سرغړونو توبه وباسي او که د خلکو حقونه ورسره وي بېرته یې وروګرځوي او ځانونه ترې خلاص کړي، هغه که جنس وي یا مال او یا بل څه.
۶. مسافر ته مستحب دي چې د هغه څه په اړه وصیت ولیکي چې څه یې د چا سره دي یا د چا څه ورسره دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مسلمان ته نه ښایي چې د وصیت کولو لپاره یو څه ورسره وي، او دوه شپې له وصیت لیکلو پرته تېرې کړي» [۳] او یو څوک دې پر ګواه کړي، پورونه دې خلاص کړي، امانتونه دې خپلو خاوندانو ته وسپاري یا دې له خاوندانو اجازه واخلي چې ورسره پاتې شي. (۳) بخاري په: (۲۷۳۸)، او مسلم په: (۱۶۲۷) شمېره روایت کړی.
۷. د مسافر لپاره مستحب دي چې د یو ښه ملګري د غوره کولو هڅه وکړي، او داسې یو څوک د ملګرتیا لپاره وټاکي چې د شرعي زده کړو زده کوونکی وي؛ دا د هغه د بریالیتوب او په سفر، حج او عمره کې له غلطیو څخه د ژغورل کېدو لامل ګرځي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمايي: "سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي» [۴] او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم- دا وینا: «یوازې د مؤمن ملګرتیا کوه، او ستا خواړه دې یوازې تقوا دار وخوري» [۵]. [۴] أبو داود په: (۴۸۳۳) شمیره روایت کړی. [5] أبو داود په: (۴۸۳۲) او ترمذي په: (۲۳۹۵) شمېرو روایت کړی.
۸. مسافر ته مستحب دي چې د خپلې کورنۍ، خپلوانو، ګاونډیانو او ملګرو سره مخه ښه وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د سفر اراده ولري، هغه دې خپلو شاته پاتې کسانو ته ووایي: پر هغه الله مو سپارم چې ورسپارل شوي امانتونه ورسره نه ضایع کیږي» [۶]، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو کې به چې چا سفر کاوه نو په مخه ښه کې به یې ورته ویل: «أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِينَكَ وَأَمَانَتَكَ وَخَوَاتِيمَ عَمَلِكَ» «زه ستا دین، امانت او د کار پایلې الله ته سپارم»[۷]، او هغه صلی الله علیه وسلم به هغو مسافرو ته چې له هغه څخه به یې د وصیت غوښتنه کوله ویل: «الله تعالی دې تقوا توخه وګرځوه، ګناهونه دې وبخښه، او ستا لپاره دې نېکي اسانه کړي په هر ځای کې چې یاست» [۸] او یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی چې د سفر اراده یې درلوده، ورته یې وویل: ای د الله رسوله! وصیت راته وکړه، هغه ورته وویل: «د الله تعالی څخه په ویرېدلو درته سپارښتنه کوم، او په هر لوړ ځای د پورته کېدلو پر مهال د تکبیر ویلو»، کله چې ولاړ، نو ویې ویل: «ای الله! ځمکه ورته راغونډه کړې (سفر یې لنډ کړې) او سفر ورته اسانه کړې» [۹]. [۶] طبراني په: (۸۲۳) شمېره روایت کړی. [۷] أحمد په خپل مسند کې په: (۴۵۲۴) شمیره روایت کړی. [۸] ترمذي په: (۳۴۴۴) شمیره روایت کړی دی. [۷] أحمد په خپل مسند کې په: (۹۷۲۴) شمیره روایت کړی.
9.په سفر کې به له ځان سره زنګ (ګونګرو)، د موسیقۍ الآت او سپی نه وړي؛ دلیل یې د ابو هریره رضی الله عنه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ملاېکې د هغې ډلې ملګرتیا نه کوي چې سپی یا زنګ پکې وي» [۱۰]. [۱۰] مسلم په: (۲۱۱۳) شمیره روایت کړی.
۱۰. که له یوې ښځې یې زیاتې درلودې او غوښتل یې چې یوه یې له ځان سره په سفر کې ملګرې کړي، نو تر منځه دې قرعه واچوي، د هرې یوې قرعه چې راووته همغه دې له ځان سره بوځي؛ دلیل یې د عائشې رضي الله عنها حدیث دی چې فرمایي: «کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل سفر وکړي، نو د خپلو میرمنو ترمنځ به یې قرعه واچوله، د هر چا قرعه به چې راووته، هغه به یې له ځان سره وړله» [۱۱]. (۱۱) بخاري په: (۲۵۹۳)، او مسلم په: (۲۷۷۰) شمېره روایت کړی.
۱۱. که چیرته امکان ولري، د پنجشنبې په ورځ دې د ورځې په پیل کې سفر وکړي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل دی. کعب بن مالک رضی الله عنه فرمایلي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډېر کم د پنجشنبې له ورځې پرته په سفر ووت» [۱۲]. (۱۲) بخاري په: (۲۹۴۹) شمیره روایت کړی.
۱۲. ورته مستحب دې چې د سفر او یا بل څه لپاره له کور څخه د وتلو پر مهال مسنونه دعا وغواړي او د وتلو پر مهال ووایي: «بِسْمِ اللَّهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ، وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، اللَّهمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَضِلَّ أَوْ أُضَلَّ، أَوْ أَزِلَّ أَوْ أُزَلَّ، أَوْ أَظْلِمَ أَوْ أُظْلَمَ، أَوْ أَجْهَلَ أَوْ يُجْهَلَ عَلَيَّ» [۱۳]. «د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، ځواک او قوت نشته مګر په الله، الهی! زه تا ته پناه وړم له دې چې لارورکی شم، یا مې بل څوک بې لارې کړي، یا څوک وښویوم، او یا زه اوښویولی شم، یا ظلم وکړم، او یا ظلم را سره وشي، یا خلکو ته ضرر او نقصان ورسوم، یا را ته ضرر راورسولی شي او چې زه د جهالت کار وکړم او یا زما سره وشي». [۱۳] أبو داود په: (۵۰۹۴) شمیره روایت کړی.
۱۳. ورته مستحب دي چې د سفر دعا ووایي؛ کله چې په خپلې سپرلۍ، موټر، طیاره او یا بل ډول سپرلۍ سپریږي نو ودې وایي: «اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ ثُمَّ يَقُولُ: {سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ} [الزخرف: 14] اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ فِي سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى، وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا السَّفَرَ، وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ، وَالْخَلِيفَةُ فِي الْأَهْلِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ [14] السَّفَرِ، وَكَآبَةِ المنظر[15]، وسوء الْمُنْقَلَبِ[16] فِي الْمَالِ وَالْأَهْلِ..» [17] "الله لوی دی، الله لوی دی ، الله لوی دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زموږ لپاره يې دا (سپرلۍ) تابع كړې ده، حال دا چې موږ د هغې مهاروونکي نه وو، او بېشكه موږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. (الزخرف سورت ۱۴ آیت). یا الله په دې سفر کی ستا څخه د نیکیو، تقوا او هغه عمل سوال کوو چې ستا خوښ وي، یا الله موږ ته دغه سفر آسانه کړې، او د دې سفر اوږد والی له موږ څخه لرې کړې، اې الله ته په سفر کې ملګری او په کور کی سرپرست یې، اې الله زه تا ته پناه دروړم د سفر له سختیو (۱۴) له زړه بوګنوونکي منظر (۱۵) او کور ته د ستنیدو پر مهال له ناوړه پېښې څخه (۱۶) په مال او اولاد کې...»(۱۷) [۱۴] وعثاء السفر: د سفر سختي. الإفصاح عن معاني الصحاح (۴/ ۲۸۴). [۱۵] د خفګان او ماتېدو له امله ناوړه حالت . الإفصاح عن معاني الصحاح (۴/ ۱۸۴). [۱۶] (المنقلب): راګرځیدل. الإفصاح عن معاني الصحاح (۴/ ۲۸۴). [۱۷] أحمد په خپل مسند کې په: (۶۳۷۴) کې روایت کړی.
۱۴. ورته مستحب دې چې یوازې له ډلې پرته سفر ونه کړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که خلک د یوازی والي په اړه په هغه څه پوهیدی چې زه پرې پوهیږم، نو هېڅکله به څوک د شپې لخوا یوازې په سپرلۍ نه و سپور شوي » [۱۸]. [۱۸] بخاري په: (۲۹۹۸) شمیره روایت کړی.
۱۵. د دې لپاره چې د مسافرو یووالی او اتفاق وساتل شي او په ځواکمنتیا سره خپلې موخې تر لاسه کړي نو په خپلو کې دې یو تن پر ځان آمر وټاکي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې په سفر درې نفره وځي، نو يو دې پکې مشر وګماري» [۱۹]. [۱۹] أبو داود په: (۲۶۰۸) شمیره روایت کړی.
۱۶. باید د هغو اطاعتونو ترسره کولو ته لیواله وي چې الله تعالی پرې امر کړی او له حرامو څخه ځان وساتي او دا چې ځان په ښو اخلاقو سمبال کړي، له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري او هغو خلکو ته علم ورزده کړي چې غوښتونکی یې وي او اړتیا ورته لري، په خپل مال کې سخي وي او د خپل ځان او خپلو ورنو په ګټه او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې وکاروي.
۱۷. په کار ده چې د سفر لګښتونه او اړتیاوې زیاتې چمتو کړي، ځکه کیدی شي اړمن شي او چارې بدلې شي.
په کار ده چې په دې ټولو چارو کې ټنده پراخه وساتي، د خوښۍ اظهار وکړي، او هڅه وکړي چې د ملګرو په زړونو خوښۍ وردننه کړي؛ تر څو خلکو کې ځای او محبوبیت پېدا کړي.
هغه باید د خپلو ملګرو پر جفا او د نظر سره یې د هغوی پر مخالفت صبر وکړي او په نرمۍ ورسره چلند وکړي، او ښه چلند ورسره کوي، ترڅو یې په منځ کې درناوی وشي او په درنه سترګه ورته وګوري.
کله چې مسافر په یو ځای کې استوګن شي، ورته مستحب دي چې سره یو بل ته نږدې نږدې شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام به چې کله په کوم ځای کې استوګن شول نو په درو او خوړونو کې به سره خواره واره شول نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په دې ناونو او خوړونو کې ستاسو خواره واره کېدل په تاسو کې د شيطان کار دی» [۲۰]، نو بیا به سره یوبل ته نږدې نږدې کېدل، تر دې چې که یو څادر به دې پرې خپور کړ، ټولو ته رسېده. [۲۰] أحمد په خپل مسند کې په: (۱۷۷۳۶) شمیره روایت کړی.
۲۱. کله چې په سفر او یا بل څه کې په یو ځای کې استوګن شي، ورته مستحب دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په ثابته دعاګانو سره دعا وغواړي: «د الله په بشپړو کلمو سره پناه نیسم د هر هغه شي له شر څخه چې هغه پیدا کړی دی [۲۱]؛ کله یې چې دا دعا وویله: هیڅ شی به ورته زیان ونه رسولای شي، تر دې چې له هغه ځایه لاړ شي. [۲۱] مسلم په ( (۱۷۰۸) شمیره روایت کړی.
۲۲. ورته مستحب دي چې په لوړو ځایونو د پورته کېدو پر مهال (الله اکبر) او ټيټو ځایونو او کندو ته د ښکته کېدو پر مهال: (سبحان الله) ووایي، جابر رضي الله عنه فرمایي: «موږ به د پورته کېدو پر مهال الله اکبر، او د ښکته کېدو پر مهال سبحان الله ویل " [۲۲]، او په تکبیر ویلو سره به غږونه نه پورته کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ای خلکو پر ځانونو نرمي وکړئ، تاسو کوڼ او غائب ته اوازونه نه کوئ، هغه له تاسو سره دی او هغه اورېدونکی او نزدې دی»[۲۳]. [۲۲] بخاري په: (۲۹۹۴)، شمیره روایت کړی. (۲۳) بخاري په: (۲۹۹۳) شمیره روایت کړی.
۲۳. ورته مستحب دي چې د شپې لخوا سفر وکړي، په ځانګړې توګه د شپې په لومړۍ برخه کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سفرونه مو د شپې وکړئ، ځکه په شپه کې ځمکه راغونډيږي» [۲۴]. [۲۴] أبو داود په: (۲۵۷۱) شمیره روایت کړی.
۲۴. ورته مستحب دي چې په سفر کې زیاتې دعاګانې وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «درې دعاګانې له شک پرته قبلیږي: د مظلوم دعا، د مسافر دعا او د پلار خېرا خپلو اولادونو ته»[۲۵]. [۲۵] أحمد په خپل مسند کې په: (۱۰۷۷۱) روایت کړی.
***
دویم: په سفر کې طهارت
مسافر ته په کار دي چې پاکوالي ته پاملرنه وکړي، له وړې بې اودسۍ اودس او له جنابت څخه دې غسل وکړي.
که اوبه ونه مومي، یا دومره اوبه ولري چې خوراک او څښاک ته یې بسنه کوي، تیمم دې ووهي.
د تیمم طریقه دا ده چې: دواړه لاسونه دې په ځمکه ووهي، مخ او دواړه لاسونه دې پرې مسح کړي.
او د تيمم پاکوالی لنډمهاله پاکوالی دی، هر کله چې اوبه وموندل شي، باید اوبه وکاروي او تیمم یې باطلیږي، کله چې د لوی نجاست لپاره تیمم وکړي او بیا اوبه ومومي غسل کول پرې واجب دی، او که یې له قضای حاجت څخه تیمم وهلی وي او بیا اوبه ومومي، باید اودس وکړي. په حدیث کې راځي: «پاکه خاوره د مسلمان لپاره پاکوونکې ده، که څه هم لس کاله اوبه ونه مومي، کله یې چې اوبه وموندلې نو د الله څخه دې وویریږي او ودې کاروي » [۲۶]. [۲۶] بزار په خپل مسند کې په: (۱۰۰۶۸) شمېره روایت کړی دی.
د قرآن، سنت او اهل سنت په اجماع سره په موزو مسح کول روا دي.
په موزو او ورته شیانو د مسحې کولو شرطونه په لاندې ډول دي:
۱.چې موزې یا جرابې جائز او پاکې وي.
۲. چې د پاکوالي په حالت کې یې واغوندي.
۳. هغه غړی یې پټ کړی وي چې (په اودس کې یې وینځل) فرض دي.
۴. چې مسح په وړې بې اودسۍ کې وي، په جنابت او هغه څه کې مسح روا نده چې له امله یې غسل کیږي.
۵. مسح باید د شریعت له مخې په ټاکل شوي وخت کې وي، چې د استوګن (مقیم) لپاره یوه ورځ او شپه او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې ده، دا موده د صحیح نظر له مخې د بې اودسۍ پسې له لومړۍ مسحې څخه پیلیږي، یعنې د مقیم لپاره څلورویشت ساعته او د مسافر لپاره دوه اویا ساعته وخت لري.
په موزو مسح کول په دریو کارونو سره باطلیږي:
۱. داسې یو څه رامنځته شي چې له امله یې غسل واجبیږي لکه جنابت، نو مسح باطلیږي او باید غسل وشي.
۲. کله یې چې له مسحې وروسته وباسي.
۳. کله چې شرعي معتبره نېټه پای ته ورسیږي مسح باطلیږي.
***
دریم: په سفر کې د لمانځه لنډولو (قصر) احکام:
په سفر کې د لمانځه لنډول د پوره لمونځ څخه غوره دي. خو که مسافر څلور رکعتي لمونځ پوره وکړ، لمونځ یې صحيح دی، خو د غوره کار خلاف کار یې کړی دی.
که مسافر د خپل کلي یا ښار له ټولو کورونو څخه ووت، قصر کوي، او دا د جمهورو علماوو نظر دی.
او که چیرته یې د لمانځه د وخت له داخلېدو وروسته سفر وکړ، نو کولی شي قصر وکړي، ځکه چې هغه د لمانځه د وخت له پای ته رسیدو مخکې سفر کړی دی.
او د مسافر لپاره د ماسپښین او مازدیګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه یو ځای کول سنت دي، کله چې ورته اړتیا وي، کله چې سفر ته ادامه ورکوي، نو د لمونځونو په یو ځای کولو کې به هغه طریقه کاروي چې ده ته پکې اسانتیا وي، یا د تقدیم جمع یا د تأخیر (چې مازدیګر ماسپښین ته رامخکې کړي او یا ماسپښین مازدیګر ته وروسته کړي، همداسې په ماښام او ماخوستن کې).
او که مسافر د لمونځونو یو ځای کولو ته اړتیا نه درلوده نو نه دې یو ځای کوي لکه چې په یو ځای کې استوګن شي او هغه مهال ترې روانیږي چې د دویم لمانځه وخت داخل شي، نو غوره دا ده چې یو ځای یې نه کړي؛ ځکه چې اړتیا ورته نه لري، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کې په منى کې لمونځونه سره یو ځای نه کړل؛ ځکه چې اړتیا ورته نه وه.
او په نفلي لمونځونو کې؛ نو مسافر هم لکه د مقیم په څېر نفلي لمونځونه کولی شي، لکه د څاښت لمونځ، تهجد او داسې نور نفلي لمونځونه، پرته د ماسپښین، ماښام او ماخوستن له راتبه نفلو څخه، ځکه په هغې کې سنت طریقه دا ده چې پرېښودل شي.
نفل لمونځ په سپرلۍ کیږي لکه: طیاره، موټر، بیړۍ او داسې نور د ترانسپورت وسایط، او د فرض لمانځه لپاره باید ښکته شي، مګر دا چې له ښکته کېدلو عاجز و.
د مقیم پسې د مسافر لمونځ صحیح دی، او مسافر به هم لکه د خپل امام په څېر لمونځ پوره کوي، برابره خبره ده که ټول لمونځ یې لاندې کړی و، یا یو رکعت او یا لږ، آن که په وروستي تشهد کې له سلام اړولو مخکې د امام سره یو ځای شو لمونځ به پوره کوي، او همدا د علماوو له دوو قولونو څخه صحیح یو دی.
***
څلورم: د حج، عمرې یا سفر څخه د راستنیدو آداب
په کار ده چې له سفر څخه په بیرته راستنیدو کې بیړه وکړي او له ضرورت پرته اوږد پاتې نشي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « سفر د عذاب یوه ټوټه ده، چې سړی له خوړلو، څښلو او خوب څخه منع کوي، نو کله چې ستاسو څخه یو کس خپلې اړتیاوې پوره کړې، خپلې کورنۍ ته دې په بیړه لاړ شي» [۲۷]. (۲۷) بخاري په: (۱۸۰۴)، او مسلم په: (۱۹۲۷) شمېره روایت کړی.
کله چې خپل هېواد ته د راستنیدو اراده وکړي، نو په سپرلۍ د سپرېدو پر مهال دې د سفر دعا ووایي او دا الفاظ دې پرې ورزیات کړي: (آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ). (موږ په خېر سره ستنېدونکي، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي یو» [۲۸]. (۲۸) بخاري په: (۱۷۹۷)، او مسلم په: (۱۳۴۲) شمېره روایت کړی.
ورته مستحب دي چې له سفر څخه د راستنیدو پر مهال هغه څه ووای] چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، کله به چې هغه له کومې غزا، حج او یا عمرې څخه راستنېده، نو د ځمکې په هره لوړه به چې خوته درې تکبیرونه به یې ویل او بیا به یې ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، آيِبُونَ، تَائِبُونَ، عَابِدُونَ، سَاجِدُونَ، لِرَبِّنَا حَامِدُونَ، صَدَقَ اللهُ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ» [29]. "له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی، شریک نه لري، هغه لره پاچاهي ده، ستاینه هغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، موږ بیرته راګرځېدونکي، توبه کوونکي، عبادت کوونکي، سجده کوونکي، د خپل رب ستاینه کوونکي یو. الله خپله ژمنه پوره کړه، او خپل بنده ته یې فتح ورکړه، او یوازې یې ډلو ته ماتې ورکړه" [۲۹]. (۲۹) بخاري په: (۴۱۱۶) شمیره روایت کړی.
د خپل کلي د لېدو پر مهال ورته مستحب دي چې ووایي: «آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ» [30]، «موږ په خیر راګرځیدونکي، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي یو" [۳۰]، دا الفاظ به تر هغه پورې تکراروي چې خپل کلي ته ننوځي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل دی. (۳۰) بخاري په: (۱۷۹۷)، او مسلم په: (۱۳۴۲) شمېره روایت کړی.
که چېرته له ډېرې مودې وروسته راغلی و، نو له اړتیا پرته دې سم دلاسه خپلې کورنۍ (ښځې) ته د شپې لخوا نه ورځي مګر دا چې مخکې یې خبر ورکړی وي او د شپې مهال یې د ورتګ ورته ویلي وي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې کار څخه منع کړې ده، جابر بن عبدالله رضي الله عنهما فرمایلي: "رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع فرمایلې چې سړی د شپې له خوا د خپلې کورنۍ دروازه وټکوي" [۳۱]. په دې کې حکمت هغه دی چې بل روایت تشریح کړی دی. «تر څو چې جړپړ سر والا خپل سر ګمنځ کړي [۳۲]، او هغه چې خاوند یې له ډېرې مودې څخه غایب وي نو خپل ځان به پاک کړي» [۳۳]، او په یو بل روایت کې راځي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې کورنۍ ته (د بدګمانۍ له مخې) له ناڅاپه ورتلو منع فرمایلې ده چې خیانت یې معلوم کړي یا یې د اشتباهاتو پسې ګرځي چې معلوم یې کړي» [۳۴]. [۳۱] مسلم په (۷۱۵) شمیره روایت کړی. [۳۲] (الشعثة): هغه ښځه چې له ډیرې مودې یې ویښتان غوړ او ګمنځ کړي نه وي. او (الاستحداد): د اوسپنیزې آلې کارول لکه: (پاکي). او: (المغيبة): هغه ښځه چې خاوند یې ترې لرې تللی وي. التحرير في شرح صحيح مسلم - الأصبهاني (ص ۲۹۲). (۳۳) نسائي په: (۹۰۹۹) شمیره روایت کړی. [۳۴] مسلم په (۷۱۵) شمیره روایت کړی.
له سفر څخه د راتلوونکي کس لپاره مستحب دي چې تر څنګه جومات ته لومړی ورشي او دوه رکعته لمونځ پکې وکړي، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړي دي.
د مسافر لپاره مستحب دي چې کله له سفر څخه راستون شي، نو د خپلې کورنۍ او ګاونډیانو له ماشومانو سره دې مهربانه اوسي، او د هرکلي پر مهال دې ورسره نیک چلند وکړي، له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم مکې ته ورسید، نو د بنو عبدالمطلب ځوانانو یې هرکلی وکړ، نو یو یې د ځان سره مخکې او بل یې شاته سپور کړ. او عبد الله بن جعفر رضي الله عنه وایي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله له سفر څخه راوګرځید نو موږ به هرکلي ته وروستل کېدلو، نو یو ځل زه او حسن؛ یا حسین هرکلي ته وروستل شو، نو زموږ څخه یې یو مخې او بل د ځان پسې شاته سپور کړ، تر دې چې مدینې ته ننوتلو» [۳۵]. [۳۵] مسلم په (۲۴۲۸) شمیره روایت کړی.
ډالۍ ورکول مستحب دي، ځکه چې په ډالۍ سره زړونه ښه کیږي او کینه پرې له منځه ځي، او قبلول او پرې بدله ورکول هم مستحب دي، او له کوم شرعي خنډ پرته یې بېرته ورکول مکروه دي؛ لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یو بل ته سره ډالۍ ورکړئ چې خپلمنځي مینه مو سره پيدا شي»[۳۶]. او ډالۍ د مسلمانانو تر منځه د مینې او محبت له اسبابو څخه یو سبب دی. [۳۶] بيهقي په «السنن الكبرى» کې په: (۱۱۹۴۶) شمېره روایت کړی دی.
کله چې مسافر خپل هېواد ته راشي نو غاړه ورکول مستحب دي؛ د هغه حدیث له مخې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه ثابت دی، لکه څرنګه چې أنس رضي الله عنه فرمایلي: "کله به چې سره مخ شول نو لاسونه به یې سره ورکول او کله به چې له سفر څخه راستانه شول نو یو بل ته به یې سره غېږې ورکولې [۳۷]. [۳۷] طبراني په الأوسط کې په: (۹۷) شمېره روایت کړی.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد.