ستون سؤالا في أحكام الحيض والنفاس
*
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
*
*
س1:
ﺟ1:
س2:
ج2:
س3:
ج3:
س4:
ﺟ4:
س5:
ج5:
س6:
ج6:
س7:
ﺟ7:
س8:
ﺟ8:
س9:
ﺟ9:
س10:
ﺟ10:
س11:
ﺟ11:
س12:
ﺟ12:
س13:
ﺟ13:
س14:
ﺟ14:
س15:
ﺟ15:
س16:
ج 16:
س17:
ﺟ17:
س18:
ﺟ18:
س19:
ﺟ19:
س20:
ﺟ20:
س21:
ﺟ21:
س22:
ﺟ22:
س23:
ﺟ23:
س24:
ﺟ 24:
س25:
ﺟ25:
س26:
ﺟ26:
س27:
ﺟ27:
س28:
ﺟ28:
س29:
ﺟ29:
س30:
ﺟ30:
س31:
ﺟ31:
س32:
ﺟ32:
س33:
ﺟ33:
س34:
ﺟ34:
س35:
ﺟ35:
س36:
ﺟ36:
س37:
ﺟ37:
س38:
ﺟ38:
س39:
ﺟ39:
س40:
ﺟ40:
س41:
ﺟ41:
س42:
ﺟ42:
س43:
ﺟ43:
س44:
ﺟ44:
س45:
ﺟ45:
س46:
ﺟ46:
س47:
ﺟ47:
ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر رضی الله عنه مېرمن اسماء بنت عمیس رضی الله عنها ته امر کړی و، کله چې په ذوالحلیفه کې نفاسه شوه، هغې ته یې امر وکړ چې غسل وکړي،او د کپړې یوه توته خپلې شرمګاه باندې ټینګه ونیسي، او احرام دې وکړي، او همدا حکم د حيض لروونکي ښځې لپاره هم دی، چې په خپل احرام کې پاتې شي تر څو چې هغه پاکه شي، بيا د کعبې طواف او سعي دې وکړي.
س48:
ﺟ48:
س49:
ﺟ49:
س50:
ﺟ50:
س51:
ﺟ51:
س52:
ﺟ52:
س53:
ﺟ53:
س54:
ﺟ54:
س55:
ﺟ55:
س56:
ﺟ56:
س57:
ﺟ57:
س58:
ﺟ58:
س59:
ﺟ59:
س60:
ﺟ60:
ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حیض لرونکې ښځه د کعبې له طواف څخه منع کړې ده، او پدې برخه کې نفاس لرونکې ښځه د حایضه ښځې په څیر ده.
[1] الخمره: هغه غالۍ ده چې لمونح کوونکي ورباندې سجده کوي، او خمره ورته ځکه ویل کیږي؛ ځکه چې هغه مخ پټوي، یعنې پوښوي یې.
د حیض او نفاس د احکامو په اړه شپیته پوښتنې
*
بسم الله الرحمن الرحيم
وړاندوینه
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله محمد بن عبد الله وآله وصحبه ومن سار على دربه إلى يوم الدّين، وبعد:
مسلمانې خورې!
هغو ډېرو پوښتنو ته په پام کې نیولو سره چې د حیض د احکامو په اړه په عباداتو کې د علماوو څخه کیږي، دا مو مناسب ولیدل چې موږ هغه پوښتنې چې ډیر او تل تکراریږي پرته لدې چې موضوع پراخه کړو، تاسو ته یې په لنډه توګه وړاندې کوو.
مسلمانې خورې!
موږ کوښښ وکړ چې هغه راټول کړو؛ ترڅو تل تاسو ورته لاس رسی ولری، او دا د الله تعالی په شرعې باندې د پوهیدلو د اهمیت له امله، ترڅو په علم او بصیرت سره د الله عبادت وکړې.
خبرداری: هغه کسان چې په لومړي ځل باندې ددغی کتاب پاڼې اړوي داسې ورته ښکاري چې ځینې پوښتنې تکراري دي، مګر د فکر کولو وروسته به معلومه شي چې په بل ځواب کې د معلوماتو او پوهاوی زیاتوالی شتون لري، او موږ وغوښتل چې دغه زیاتوالی له پامه ونه غورځول شي.
او درود دې وي زموږ پر نبي محمد، صلی الله علیه وسلم د هغه پر کورنۍ او د هغه پر ټولو اصحابو.
په لمانځه او روژه کې د حیض د احکامو څخه
که ښځه د سهار له راختلو سره سم پاکه شي نو آیا په دې ورځ روژه کیدلی شي، او دغه ورځ د هغې لپاره حسابیږي او که یا د دې ورځې قضایي ورباندې راځي؟
که کومه ښځه د سهار له راختلو وروسته پاکه شي نو د هغې د روژې نيولو په اړه د علماوو دوه ویناوې دي:
لومړی وینا: دا چې د دې ورځې پاتې برخه باید روژه ونیسي، مګر دغه ورځ د هغې لپاره نه حسابیږي، بلکې ددغې ورځې قضاء باید راوړي، او دا د امام احمد – رحمه الله- د مذهب مشهور قول دی.
او دوهمه وینا: چې د دې ورځې پاتې برخه روژه دی نه نیسي؛ ځکه چې ددی ورځی روژه نه ده روا؛ ځکه چې هغه په دې ورځ په لومړي سر کې هغه حيض لرونکې ښځه وه نو هغه د روژه نیونکو له جملې څخه نه وه، او که پدې ورځ روژه نیول صحيح نه وي نو په نيولو کې يې هيڅ ګټه نشته، او دا وخت د هغې لپاره د احترام وړ نه دی؛ ځکه چې هغې ته د ورځې په پیل کې د روژې د ماتولو امر شوی دی، بلکې د هغی لپاره د ورځې په پیل کې روژه نیول حرام ګڼل شوي و. او شرعي روژه: له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې له هغو څيزونو ډډه کول دي چې روژه ماتوي د الله –عزوجل-د عبادت کولو په نیت.
او دا وینا - لکه څنګه چې تاسو یې ګورئ – راجح او غوره ده لدې قول څخه چې پاتې ورځ دې روژه ونیسي، او په دواړو ویناو کې د دې ورځې قضاء اړینه ده.
که حیض لرونکې ښځه پاکه شي، او د سهار له لمانځه وروسته غسل وکړي، لمونځ وکړي او ددې ورځې روژه ونیسي، ایا هغې باندې ددې ورځې قضاء واجب ده؟
که حيض لرونکې ښځه د سهار له راختلو مخکې پاکه شي که څه هم يوه دقيقه مخکې وي، او پخپلې پاکوالۍ باندې ډاډمنه وي، نو که د رمضان په مياشت کې وي نو روژه پرې واجبه ده، او د هغې ورځې روژه یې صحيح ده، او قضایې پرې لازمه نده؛ ځکه چې هغې د پاکۍ په حالت کې روژه نیولې ده، که څه هم له سهاره څخه وروسته غسل وکړي نو پر هغې باندې څه حرج نشته، همدا ډول که يو سړی د جماع او یا د احتلام په حالت کې وي، او پیشلمی هم وکړي، او تر سهاره پورې يې غسل نه وي کړی بیا هم روژه يې صحيحه ده.
په دې اړه غواړم د ښځو لپاره يوه بله خبره هم په ګوته کړم چې کله هغې روژه نيولی وي او هغې باندې حيض راشي، ځينې ښځې پدې اند دی چې که حيض يې د ماخستن تر لمانځه مخکې راشي، نو د دې ورځې روژه باطلېږي، دې خبرې باندې هېڅ دلیل نشته، بلکې که د لمر له لوېدو وروسته ورباندې حیض راشي، که څه هم د یوه شیبه وروسته هم وي، نو روژه یې بشپړه او صحیحه ده.
که ښځه د نفاس څخه تر څلویښتو ورځو مخکې پاکه شي نو ایا روژه او لمونځ پرې واجب دی؟
هو، که ښځه د نفاس څخه تر څلویښتو ورځو مخکې پاکه شي نو روژه او لمونځ پرې واجب دی که د روژې په مياشت کې وي، او مېړه يې هم ورسره جماع کولی شي؛ ځکه چې هغه پاکه ده، او داسې څه نشته چې د روژې نیولو، لمونځ کولو، او د جماع د جواز مانع وکرځي.
که د ښځې د حیض موده اته یا اوه ورځې وي، او بیا له هغې څخه یو یا دوه ځلی ډیر دوام وکړي نو څه حکم لري؟
که د دې ښځې عادت شپږ یا اوه ورځې وي، او دا موده اوږده شي او اته، نهه، لس یا یوولس ورځې شي، نو تر هغه وخته پورې لمونځ نه کوي تر څو چې پاکه شي، دا ځکه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د حیض لپاره کوم خاص حد نه دی ټاکلی. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى} [البقرة:222]، او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده، کله چې دا وينه پاتي شي، ښځه به تر هغه وخته انتظار باسي تر څو چې پاکه شي، بیا به غسل او لمونځ وکړي، او که په دوهمه مياشت کې هغې باندې کمه راشي، نو که پاکه شوې وي غسل دې وکړي، که څه هم د پخوانۍ حيض سره سمون و نلري.
مهمه خبره دا ده چې کله ښځه د حیض په حالت کې وي نو لمونځ دې نکوي، که حیض د مخکیني عادت سره ورته والی ولري یا یې و نلري، یا لږه وي او یا ډیره وي، او کله چې پاکه شي نو لمونځ دې وکړي.
ايا ښځې به د نفاس په وخت کې څلوېښت ورځې ناستې وي، نه به لمونځ کوي او نه به روژه نیسي، او که نه اعتبار د وېنې بندېدو لره دی، نو کله چې وېنه بنده شوه پاکه شوه او لمونځ به کوي، او د پاکوالي کمه موده څومره ده؟
د نفاس لرونکې ښځې لپاره محدود وخت نشته، بلکې ترڅو چې وينه موجوده وي هغه د نفاس په دوره کې وي، لمونځ به نه کوي، روژه به نه نيسي، او ميړه به ورسره جماع نه کوي.
او هرکله چې پاکي وویني - حتا که له څلويښتو ورځو څخه مخکې هم وي -، حتا که پرته له لسو يا پنځو ورځو هم لږ ناسته وي نو لمونځ دې وکړي، روژه دې ونيسي او ميړه یې ورسره جماع کولی شي، او په دې کې څه حرج نشته.
مهمه خبره دا ده چې نفاس يو محسوس عمل ده، احکام يې د شتون او نه شتون پورې تړلي دي، نو کله چې شتون ولري، احکام يې ثابتېږي، او کله چې ترې پاکه شي، احکام يې هغې باندې نه تطبیقیږي.
خو که له شپيتو ورځو څخه زيات شي نو هغه پدې وخت کې مستحاضه بلل کیږي، او يوازې تر هغه وخته پورې به ناسته وي چې د حيض موده یې وي، بيا به غسل وکړي او لمونځ دې ادا کړي.
که د رمضان په مياشت کې د ورځې په اوږدو کې له ښځې څخه د وينې محدود څاڅکي ووځي، او دغه وينه د رمضان مياشت کې د هغې سره دوام ومومي او روژه هم ونیسی، ایا ددې روژه صحيح ده؟
هو، د هغې روژه صحيح ده، او دا د وينې څاڅکي هيڅ نه دي؛ ځکه چې دا له رګ څخه ده، او له علي بن ابي طالب -رضي الله عنه- څخه نقل شوي دي چې هغه وویل: دا څاڅکي چې د پوزې د ویني کیدلو په څېر دي حیض نه دی. په دې ډول له هغه – رضی الله عنه- څخه ذکر شوی دی.
که حيض يا نفاس لرونکې ښځه د سهار تر لمانځه مخکې پاکه سي، او وروسته له سهاره غسل وکړي، ایا د هغې روژه صحيح ده او که نه؟
هو، د حايضې ښځې روژه په هغه صورت کې صحيح ده چې له سهاره مخکې پاکه شوې وي او د سهار تر راختلو پورې یې غسل نه وي کړی، او همدارنګه د نفاس لرونکی ښځې؛ ځکه هغوی پدې وخت کې د روژه نیوونکو څخه دي، او دوی په دې وخت کې داسې دي لکه چې پر چا باندې جنابت وي، که د جنابت په حالت کې پر چا باندې سهار راوخیژي نو روژه يې صحيحه ده؛ د الله تعالی ددې قول پر اساس: {فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ} [البقرة:187]، (نو اوس له هغوى سره مُباشَرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، او څښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي)، او کله چې الله –تعالی- د سهار تر روښانه کیدو پورې جماع کولو ته جواز ورکړی ، نو غسل باید د سهار له راختلو وروسته وشي، او د عائشې -رضی الله عنها- د حدیث له مخې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- باندې به سهار راختلو، په داسې حال کې چې له خپلې کور والا سره به یې کوروالی کړی و او هغه به روژه و. يعنې: دا چې هغه -عليه الصلاة والسلام - له جنابت څخه به یې غسل نه کاوه مګر د سهار د راختلو وروسته.
که ښځه وينه احساس کړي او د لمر له لوېدو مخکې خارج نشي، او د حيض درد احساس کړي، نو د هغې ورځې روژه صحيح ده او یا قضا ورباندې واجب دی؟
که پاکه ښځه د روژې په حالت کې د حیض د راتللو احساس وکړي، خو تر لمر لوېدو پورې خارج نشي، او یا د حیض درد احساس وکړي، مګر د لمر د لوېدو څخه وروسته خارج شوی وي، نو ددی ورځې ورژه یې صحيحه ده، که فرضي روژه وي قضا ورباندې نشته، او که د نفلي عمل وي د هغې ثواب نه باطليږي .
که ښځه وينه وويني او ډاډه نه وي چې دا د حيض وينه ده نو په دې ورځ روژه نيول څه حکم لري؟
د هغې ورځ روژه صحيحه ده؛ ځکه چې اصل دا دی چې حیض نده تر څو چې هغې ته څرګنده نه شي چې دا حیض دی.
ځینې وختونه یوه ښځه د ورځې په اږدو کې د وینې کوچنۍ نښې یا ډیر لږ ټکي ویني، ځینې وختونه یې د حيض په وخت کې ویني او هغه لا راوتلې نه وي، او ځینې وختونه یې د خپل عادت (حیض) نه پغیر بل وخت کې ویني، نو په دې دواړو حالتونو کې د دې د روژې څه حکم دی؟
دې ته ورته پوښتنې ته مخکې ځواب ورکړ شوی دی، خو دا پاتې ده چې که دا ټکي د عادت په ورځو کې وي او هغه یې حیض وګڼي چې پخپله ښه پوهېږئ، نو پدې وخت کې حیض دی.
ايا حيض او نفاس لرونکې ښځي د رمضان په میاشت کې د ورځې خوراک او څښاک کولای شي؟
هو، هغوی په رمضان کې د ورځې خوراک او څښاک کولی شي، مګر دا غوره ده چې په پټه وي که چیرې د هغې په کور کې ماشومان وي؛ ځکه چې دا به ماشومانو لپاره ستونزې رامینځته کړي.
که د حيض او نفاس لرونکې ښځې د مازدیګر په وخت کې پاکې شي، ایا د ماسپښین او مازیګر لمونځونه باید ادا کړي، او که نه یوازې د مازیګر لمونځ باید ادا کړي؟
په دې مسله کې راجح قول دا دی چې: یوازې د مازیګر لمونځ باید ادا کړي؛ ځکه چې د ماسپښین لمونځ په وجوب باندې دلیل نشته، او اصل د ذمې خلاصون دی، او بیا رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «من أدرك ركعةً من العصر قبل أن تغرب الشمس فقد أدرك العصر»، "چا چې د مازیګر د يو رکعت په اندازه وخت و موندي د لمر له لوېدو مخکې، نو هغه مازیګر موندلی دی"، اود ماسپښين د راګیرولو خبره يې نه ده كړې، او كه د ماسپښین لمونځ واجب وی نو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- به بيان كړى وى، ځكه چې كه ښځه د ماسپښين وروسته حائضه شي نو يوازې د ماسپښين وخت پرې واجب دى، پرته د مازیګر لمونځ څخه، حال دا چې د ماسپښین لمونځ د مازیګر لمونځ سره جمع کیږي، او ددواړو صورتونو تر منځ هیڅ توپیر نشته چې په اړه یې پوښتنه وشوه.
په دې اساس راجح قول دا دی چې یوازې د مازیګر لمونځ دی باید ادا کړي؛ د نص د دلالت او د هغی سره د قیاس پر اساس، او همدا راز که هغه د ماخستن د لمانځه د وتلو له وخته مخکې پاکه شي، نو يوازې د ماخستن لمونځ پرې واجب دی، او د ماښام لمونځ پرې لازم نه دی.
ځينې ښځې چې سقط کوي د یو حالت څخه خالي نه وي: يا د جنين له جوړښت څخه مخکې سقط کوي، او يا له جوړښت او په هغه کې د خطونو د څرګندیدلو وروسته سقط کوي، نو د دغې ورځې روژه نیول دې ښځې ته څه حکم لري چې سقط یې کړی وي، او په هغه ورځو کې روژه نیول چې وینه ویني؟
که جنین نه وي جوړ شوی، نو دا وینه د نفاس وینه نه ده، په دې اساس روژه دې ونیسي او لمونځ دې ادا کري، او روژه يې صحيحه ده.
که جنین جوړ شوی وي، نو وینه د نفاس وینه ده، د هغې لپاره لمونځ کول او روژه نیول روا نه دي.
او په دې مسله کې قاعده یا ضابط دادی چی: كه جنين جوړ شوى وي نو وينه يې د نفاس وینه ده، او كه جوړ شوی نه وي نو وينه يې د نفاس وینه نه ده، او كه وينه یې د نفاس وي پر هغې باندې هغه څیزونه حرام دي چې د نفاس لرونکی ښځو باندې حرامې دي، او كه وينه د نفاس وینه نه وي نو پدې حالت هغه څیزونه هغی باندې حرامې ندي.
د روژې میاشت د ورځې لخوا د امیندوارې ښځې څخه وینه راتلل، ایا دا د هغې په روژه اغیزه کوي؟
که د حيض وينه ووځي او ښځه روژه وي نو روژه يې فاسديږي؛ لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أليس إذا حاضت لم تصلّ، ولم تصم؟» «ايا داسې نه ده چې ښځه حایضه وي نو لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي؟» له همدې امله موږ دا د روژې د ماتولو له څيزونو څخه ګڼو، او نفاس هم په همدې ډول دی، او د حيض او نفاس وينې بهېدل روژه ماتوي.
او د روژې په مياشت کې له حامله ښځې څخه د ورځې لخوا د وينې راتلل که حيض وي نو د هغه ښځې د حيض په شان ده چې حامله نه وي، يعنې: د هغې په روژه باندې اغیز کوي، او که حيض نه وي نو په هغې باندې هيڅ اغیز نه کوي.
هغه حیض چې د امیندواره میرمنې څخه واقع کیدی شي دا هغه دوامداره حیض دی چې د امیندوارۍ راهیسې نه وي بند شوی، بلکې هغې ته د عادت په وخت کې راځي، نو دا د راجح قول له مخې حيض ده، او د حيض احکام پرې ثابتیږي.
خو که وينه پرې ودريږي، او له هغه وروسته وينه وویني چې د عادت وينه نه وي، نو په روژه يې هيڅ اغیز نه کوي؛ ځکه چې دا حیض نه دی.
که یوه ښځه د عادت په ورځو کی یوه ورځ وینه وویني او بله ورځ ټوله ورځ وینه ونه ویني، نو دغه ښځه دې څه وکړي؟
ظاهراً دا پاکوالی يا وچوالی چې د هغې په حيض کې واقع شوی دی د حيض پوری تړاو لري، نو پاکوالی نه ګڼل کېږي، نو له همدې امله دغه ښځه به منعه کېږي له هغه څه چې حایضه ښځه ورڅخه منعه کېږي.
ځينو علماوو ويلي دي: که يوه ورځ وينه وويني او بله ورځ پاکه وي، نو وينه يې حيض ده، او نقاء پاکي ده تر دې چې پنځلسو ورځو پورې ورسیږي، نو کله چی پنځلسو ورځو ته ورسېږي نو ده د استحاضه وينه ده. دا د امام احمد بن حنبل رحمه الله د مذهب مشهور قول دی.
د حیض په وروستیو ورځو کې او د پاکۍ څخه مخکې ښځه د وینې هیڅ نښې نه ویني، ایا د سپینې مایع د لیدلو پرته په دې ورځ روژه ونیسي، او که یا څه وکړي؟
که د هغې عادت وي چې سپين مایع نه ويني لکه څنګه چې د ځينو ښځو عادت دی نو روژه دی ونيسي، او که عادت یې وي چې سپين مایع وګوري نو روژه دې نه نيسي تر څو چې سپين مایع ونه ويني.
د حائضې او نفاسې ښځې د قرآن کریم تلاوت کول لمخی او یا د حفظ څخه د ضرورت په صورت کې څه حکم لري، لکه زده کوونکې او یا استاده؟
د حيض او نفاس په حالت کې د حاجت په صورت کې د قرآنکريم تلاوت کول هيڅ حرج نه لري، لکه هغه ښځه چې ښوونکې او یا زده کوونکې وي، چې د شپې او يا د ورځې په وخت کې قرآن کریم تکرار کړي.
مګر تلاوت - زما مطلب دا دی: د قرآن تلاوت د ثواب او اجر لپاره ولوستل شي- نو غوره ده چې دا ونه کړي؛ ځکه چې ډېری یا اکثره علماء په دې باور دي چې د حایضې ښځې لپاره د قرآن کریم لوستل روا نه دي.
ايا حائضه ښځه بايد له پاكوالي وروسته خپلې جامې بدلې كړي، سره له دې نه چې وينه او نجاست ورته نه وي رسیدلی؟
نه، لازم ندي؛ ځکه چې حیض بدن نه نجس کوي، بلکې د حیض وینه یوازې هغه څه ناپاک کوي چې ورته رسیدلی وي، او له همدې امله رسول الله- صلی الله علیه وسلم- ښځو ته امر کړی، چې که د حیض وینه د دوی په جامو باندې ولګیږي، هغه باید ومینځي، او په خپلو جامو کې دې لمونځ وکړي.
يوې ښځې د رمضان په مياشت کې اوه ورځې روژه ماته کړه په داسې حال کې چې هغه نفاسه وه، او د روژې قضا یې و نه نیوله تر څو چې دويم رمضان هغې باندې راغی، او په دويم رمضان کې يې اوه ورځې د شيدو ورکولو لپاره ور څخه پاتې شولې، او د روژې قضاء یې نه وه ادا کړې؛ د ناروغۍ په عذر سره، نو دغه ښځه څه باید وکړي پداسې حال کې چې دریم رمضان هم نږدې دی؟ مهرباني وکړئ موږ ته مشوره را کړئ، الله دې تاسو ته اجر درکړي.
که دا ښځه لکه څنګه چې هغې د ځان په اړه ویلي دي - چې هغه ناروغه وه، او د روژې قضایي نشي راوړی – نو هغه دې هر کله چې وکولی شي روژه دې ونیسي؛ ځکه چې هغه معذوره ده، که څه هم دویم روژه هم ورباندې راشي.
خو که د هغې لپاره عذر نه وي، مګر د سستي او غفلت لمخې وي، نو د روژې په قضایی کې تر دوهمې روژې پورې ځنډول روا نه دي، عایشه -رضي الله عنها- فرمایي: ما باندې به د روژې قضایي وه نو له شعبان پرته به مې قضا نه شو ادا کولی.
په دې اساس دا ښځه دې بايد خپل ځان ته وګوري، كه عذر يې نه وي، نو هغه ګناهګاره ده، او بايد الله ته توبه وباسي، او د روژې په قضاء کې دې بيړه وکړي، او که عذر ولري نو څه حرج ورباندې نشته، حتا که يو کال يا دوه کاله ورباندې تیرې شي.
ځينې ښځې دويم رمضان ته داخلېږي مګر د تېر رمضان ځينې روژې يې نه دي نيولي، نو هغوی لره څه کول پکار دي؟
دوی باید: له دې عمل څخه الله ته توبه وباسي؛ ځکه چې د رمضان د روژې قضاء له عذر پرته تر دويم رمضان پورې ځنډول روا نه دي؛ عایشه -رضي الله عنها- د قول لمخې چې فرمایي: ما باندې به د رمضان د روژې قضایي وه، نو له شعبان پرته به مې قضایي نشو ادا کولی.
دا په دې دلالت کوي چې د روژې قضا تر دوهم رمضان پورې نه شي ځنډولاى، نو بايد د الله -عزوجل- ته د خپل کړنې څخه توبه وباسي، او خپلې قضایې ورځې دې له دویم رمضان وروسته ادا کړي.
د مثال په توګه که ښځې باندې د ماسپښین په یوه بجه حیض راشي، او هغې د ماسپښین لمونځ یې نه وي ادا کړی، ایا د پاکوالي وروسته د دغه لمونځ قضا باید راوړي؟
په دې اړه د علماوو اختلاف دی، ځينو ويلي دي چې: هغې باندې د دې لمونځ قضاء نشته؛ ځکه چې هغې افراط نه دی کړی او نه یې ګناه کړې ده؛ او د هغې لپاره روا ده چې لمونځ د وخت تر پای پورې وځنډوي.
او ځینو ویلي دي چې: هغه باید د دې لمانځه قضاء راوړي؛ د رسول الله – صلی الله علیه وسلم- د وینا د عام مفهوم له مخې: "چا چې د لمونځ يو رکعت راګیر کړو، نو هغه لمونځ راګیر کړو".
او د احتیاط له مخې : د لمونځ قضا دی ادا کړي؛ ځکه چې دا یو لمونځ دی، د هغې په ادا کولو کې هیڅ سختي نشته.
که حامله ښځه د ولادت څخه يوه يا دوه ورځې مخکې وينه وويني نو روژه او لمونځ دي پريږدي او که څنګه؟
که حامله ښځه د ولادت څخه يوه يا دوه ورځې مخکې وينه وويني، او ورسره د ولادت دردونه وي نو دا نفاس ده، ددې لپاره لمونځ او روژه پريښودل کیږي، او که له وینې سره د ولادت درد نه وي دا فاسده وینه ده او هغه لره هیڅ اعتبار نشته، او دغه وینه ښځه له لمونځ او روژی څخه نه منعه کوي.
د حیض د مخنیوي لپاره د ګولیو استعمالول په اړه ستاسو نظر څه دی؛ ترڅو له نورو خلکو سره روژه وشي نیولی؟
زه له دې څخه خبرداری ورکوم، ځکه چې دا ګولۍ لوی زیان لري، دا ما ته د ډاکټرانو لخوا ثابته شوېده، او ښځې ته باید وویل شي: دا هغه څه دي چې الله د آدم د لوڼو لپاره حکم کړی دی، نو په هغه څه راضي شه چې الله تعالی حکم کړی دی، او روژه ونیسه کله چې د هغې مانع شتون و نلري، او که چیرې کوم مانع وي، نو روژه ماته کړه، په هغه څه راضي شه چې د الله تعالی لخوا مقدر شوي وي.
يوه ښځه د ولادت څخه دوه مياشتي وروسته، وروسته لدې چې پاکه شوه د ويني څو څاڅکي يې وليدلې، نو ایا روژه دې ماته کړي، او لمونځ دې نه کوي؟ او که یا هغه څه وکړي؟
د ښځو د حیض او نفاس ستونزې د هغه سمندر په څیر دی چې ساحل نلري، او د لاملونو څخه یې: د حمل او حیض د مخنیوي لپاره د ګولیو کارول، او مخکني خلک په دې ډول ډیرو ستونزو باندې نه پوهیدل، دا سمه ده چې ستونزه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له رسالت څخه او حتا د ښځو له پیدایښت سره هم موجودې وې، خو له بده مرغه چې په دې کچه زیاتیدل او حلول یې انسان حیرانوي .
مګر عمومي قاعده داده چې: که ښځه پاکه شي او هغه د حیض او نفاس پاکوالی وګوري - زما هدف د پاکوالي څخه د حیض پرمهال پاکوالی دی: د سپینې مایع څرګندیدل، چې هغه سپینې اوبه دي چې میرمنې یې پیژني - او د پاکوالي څخه وروسته که خړوالی، ژیړ، یا داغ، یا رطوبت ولیدل شي حیض نه دی، او د لمانځه، روژې،او سړي له د خپلی میرمنې سره د جماع څخه مانع نه ګرځي؛ ځکه چې دا حیض نده، ام عطيه وويل: موږ به ژيړوالی او خړوالی په هیڅ کې نه شمیره. بخاري روایت کړی، ابو داود زیاته کړه: له پاکوالي وروسته. او ددې سند صحیح ده.(۱)
په دې اساس موږ وايو: هر هغه څه چې له دې څيزونو څخه له پاکوالي وروسته پیښیږي، ښځې ته زيان نه رسوي، او دلمانځه، روژې او له مېړه سره د جماع کولو مانع نه ګرځي، مګر هغه دی باید بیړه ونکړي تر څو چې پاکوالی ونه ګوري؛ ځكه چې ځېنې ښځي کله چې وينه يې وچه شي نو په بيړه باندې غسل کوي مخكې له دې چې پاكي وويني، له همدې امله د صحابه وو ښځو به د مؤمنانو مور عائشې -رضی الله عنها- ته کرسف ورلېږلې، يعنې: مالوچ چې په کې وينه وي، نو هغې به ورته ويل: تلوار مه کوه تر هغه چې تاسو سپین مایع وګورئ.
د ځينو ښځو وينه دوام مومي، او کله کله د يوې يا دوې ورځو لپاره ودريږي، او بيا راګرځي، نو په دې صورت کې د روژې، لمانځه او نورو عبادتونو حکم څه دی؟
هغه څه چې د ډېرو علماوو نظر دی هغه دا دی چې که ښځه عادت ولري، او عادت يې ختم شي، بايد غسل وکړي، لمونځ وکړي، او روژه ونيسي، او هغه څه چې له دوو يا دريو ورځو وروسته ويني حيض نه دی؛ ځکه چې د دغو علماوو له نظره د پاکۍ لږه موده ديارلس ورځې دي.
ځينو علماء و ويلي دي: کله چې وينه وويني نو حيض ده، او کله چې له دې څخه پاکه شي نو پاکه ده، که څه هم د دواړو حيضونو تر منځ ديارلس ورځې نه وي.
د ښځې لپاره کوم یو غوره ده: د رمضان په شپو کې په خپل کور کې لمونځ کول، او یا په جومات کې، په ځانګړې توګه که چیرې جومات کې درسونه او موعظې وي؟ او هغه ښځو ته چې په جوماتونو کې لمونځ کوي ستاسو نصیحت څه دی؟
غوره داده چې په خپل کور کې لمونځ وکړي؛ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د عموم قول پر اساس: "او د هغوی کورونه د هغوی لپاره غوره دي". او دا ځکه چې د ښځو وتل په ډيرو مواردو کې له فتنې څخه خوندي نه دي، نو دا چې ښځه په خپل کور کې پاتې شي، د هغې لپاره غوره ده چې په جومات کې د لمانځه لپاره ولاړه شي، وعظ او درسونه د کسټونو له لارې لاس ته راوړلی شي.
او زما لارښوونه هغو ښځو ته چې په جومات کې لمونځ کوي داده چې: له خپلو کورونو څخه پرته له زینت او خوشبو څخه ووځي.
د روژې په مياشت کې د روژه لروونکي ښځې لپاره د ورځې په اوږدو کې د خوړو څکل څه حکم لري؟
حکم یې داد دی چې: هیڅ ستونزه نشته؛ د اړتیا لمخې، مګر وروسته له څکلو دې هغه بېرته توف کړي.
کومه ښځه چې په حادثه کې ټپي شوې وي، او د حمل په لومړيو کې وه، او جنين یې له زياتې وينې وروسته سقط کړه، آيا د هغې لپاره روژه ماتول روا دي، او یا باید خپله روژه بشپړه کړي؟ او که روژه ماته کړي نو ایا هغه ګناهکاره کیږي؟
موږ وايو: حامله ښځې باندې حيض نه راځي، لکه چې امام احمد رحمه الله فرمايي: ښځې د حيض په نشتوالي پوهیدلی چې حمل لري. او حیض - لکه څنګه چې علماوو ویلي دي – الله تبارک و تعالی هغه د مور په رحم کې د جنین د تغذیې لپاره رامینځته کړی، نو کله چې امیندواري رامینځته شي نو حیض بندیږي.
مګر د ځینو ښځو حیض ممکن چې له عادت څخه ډیر ته دوام ورکړي لکه څنګه چې دوی د امیندوارۍ دمخه وې، نو دی ښځې باندې حکم کوو چې هغه حایضه ده ځکه چې حيض دوام لري، او په حمل باندې اغیزه نه کوي، نو دا حيض د هر هغه څه مانع کیږي چې د حيض په وسيله د غير حامله ښځې د حيض مانع کیږي، او واجبوي هغه څه چې په هغه وخت کې واجبوې یې، او ساقطوي هر هغه څه چې هغه وخت کې ساقط کیدلې.
خلاصه: هغه وینه چې د امیندوارې ښځې څخه راوځي په دوه ډوله دي:
یوه هغه ډول چې د حیض حکم پرې کیږي، او هغه دا ده چې دوام ولري لکه څرنګه چې یې د حمل څخه مخکې دوام درلود، پدې معنا چې: حمل په هغه باندې هیڅ اغیزه نه وي کړی، نو هغه حیض دی.
دوهم ډول: هغه وينه چې د حمل په وخت کې وتلې وي، یا د حادثې، او د څه شي پورته کول، او یا له کوم ځای څخه غورځیدلو په نتيجه کې منځ ته شوي وي او یا دې ته ورته حالات وي، نو دغه وینه د حیض وینه نه ده، بلکې د رګ وینه ده، په دې اساس د غه وینه له لمانځه او روژې مانع نه ګرځي، بلکې هغه د پاکو ښځو په حکم کې ده.
خو که د حادثې له امله د خیټې څخه ماشوم او یا حمل را ووځي، نو پدې صورت کې علماوو ویلي دي: که چیرې ماشوم او یا حمل راووځي چې د انسان شکل په کې څرګند وي نو دغه راوتل نفاس ګڼل کېږي، چې په دې وخت کې يې لمونځ او روژه پرېښودل کیږي، او مېړه به يې تر هغه وخته پورې له هغې څخه ډډه کوي، ترڅو چې پاکه شي.
او که چیرته جنین په داسې حال کې راووځي چې د انسان شکل په کې څرګند نه وي نو د نفاس وینه نه بلل کیږي، بلکه فاسده وینه ده، او هغه د لمانځه، روژې او نورو شیانو څخه نه منع کوي.
علماوو ویلی دی: د جوړښت موده: لږ تر لږه یو اتیا ورځې دي؛ ځکه چې جنین د مور په رحم کې وي. لکه څرنګه چې عبدالله بن مسعود- رضي الله عنه- فرمايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ ته ویلي دي او هغه رښتیا ویونکی او ریښتینی ګڼل شوی دی، هغه فرمایي: ستاسو څخه یو څوک د خپل مور په خیټه کې تر څلویښتو ورځو پورې راغونډېږي، بیا به همدومره موده د وینې د ټوټې په څیر وي، بیا به همدومره موده د ژول شوي غوښې د یوې ټوټې په څیر وي، بیا به ملاېک ورته ولیږدول شي، او هغه ته به د څلورو کارونو امر وشي، د هغه د رزق، اجل، عمل، بدبختۍ او یا خوشبختۍ به ورته ولیکل شي". او ممکن ندي چې تر دې مخكې پیدا شي، او ډېر احتمال شته چې له نويو ورځو وړاندې جوړښت څرګند نه شي، لكه چې ځينو علماوو ويلي دي.
زه یوه ښځه یم چې یو کال وړاندې د امیندوارۍ په دریمه میاشت کې مې سقط وکړه، ما تر هغه وخته لمونځ و نه کړ تر څو چې پاکه شوم، بیا ماته وویل شول: تا باید لمونځ کړی وی. زه باید څه وکړم، او د ورځو دقیق شمیره هم ما ته نه ده معلومه؟
هغه څه چې د علماوو په نیز مشهور دي: که ښځه تر دريو مياشتو سقط وکړي، نو لمونځ دی نه کوي؛ ځكه چې كه د ښځې جنين سقط شی چې په هغه كې د انسان شکل څرګند وي نو هغه وينه چې د هغې څخه وځي هغه نفاس ده چې هغه سره لمونځ نه كيږي.
علما ویلي دي: د جنین جوړښت په هغه صورت کې څرګندیدلی شي چې یو اتیا ورځې یې بشپړې کړې وي، او دا د دریو میاشتو څخه کمې دي، او که دا یقیني شي چې جنین یې له دریو میاشتو څخه سقط شوی دی، نو هغه څه چې ورته پیښ شوي هغه د فساد وینه ده، نو د هغه لپاره لمونځ نه پریښودل کیږي.
دا سوال کونکې باید په یاد راولي چې که جنین له اتیا ورځو مخکې سقط شوی وي، نو د لمونځ قضا دې ادا کړي او که نه پوهېږي څومره لمونځونه هغې څخه پاتې شوي دي؟ هغه دې احتمالی اندازې باندې عمل وکړي چې غالباً څو لمونځونه یي ندي ادا کړي، هغه دې ادا کړي.
يو پوښتنه کوونکې وايي: له هغه وخته چې پر هغې روژه فرض شوې ده هغې د رمضان روژه نيولې ده، خو د هغې ورځو قضا یې ندی ادا کړي چې د حيض له امله يې روژې ندي نيولي، او د روژې شمېر باندې هم نه پوهيږي، نو هغه په دې اړه د لارښوونې غوښتنه کوي چې اوس څه وکړي؟.
له بده مرغه چې د مؤمنانو په ښځو كې داسې پیښېږي، ځكه دا غفلت – زما مطلب دا دى: د روژې په قضاء كې بې پروايي كول، يا د ناپوهۍ له وجهې دى، يا د غفلت له وجهې، او دواړه حالتونه مصیبت دی؛ ځکه چې د نا پوهۍ درملنه په پوهې او پوښتنې سره کیږي، اما د غفلت درملنه د الله – عزوجل- څخه په تقوا، مراقبت، او د هغه له عذاب څخه ویرې سره کیږي، او هغه څه ته مخکې والی چې هغه یې خوښوي.
دغه ښځه باید الله ته د خپل عمل څخه توبه وباسي، او بخښنه وغواړي، او د هغه ورځو په اړه چې څومره یې پریښودل شوي وڅیړي او د خپلې وسې په اندازه قضا دې ادا کړي، او پدې توګه خپل مسؤلیت ادا کولی شي، او موږ هیله لرو چې الله به د هغې توبه قبوله کړي.
که ښځې باندې د لمانځه د وخت د داخلیدو څخه وروسته حیض راشي نو څه حکم لري؟ نو کله چې پاکه شې په هغې باندې یې قضا راوړل واجب دي کنه؟ او همدارنګه که هغه د لمانځه د وخت د ختمېدو نه پس پاکه شي؟
لومړی: که ښځې باندې د لمانځه له وخت څخه وروسته حیض راشي –یعنې: د لمانځه د وخت له داخلېدو څخه وروسته – کله چې هغه پاکه شوه نو باید هغه د لمونځ قضا دې ادا کړي، که هغې د حیض له راتلو دمخه لمونځ نه وي ادا کړې، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ددې قول پر اساس چې فرمايي: "چا چې د لمونځ یو رکعت راګیر کړو، نو هغه لمونځ راګیر کړو". که ښځه د لمانځه د وخت د یو رکعت په اندازه وخت ومومي، او د لمانځه څخه مخکې هغې باندې حیض راشي، نو که هغه پاکه شي، هغې باندې قضاء لازمي ده.
دویم: که د لمانځه له وخت څخه مخکي له حيض څخه پاکه شي، نو د دغه لمونځ بايد قضا راوړي، که د لمر ختلو مخکې د يو رکعت په اندازه پاکه شي، د سهار لمونځ قضایی پرې واجب دی، که د لمر د لویدو څخه مخکې د يو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاکه شي، د مازیګر لمونځ پرې واجب دی، كه د نيمې شپې څخه مخکې د یو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاكه شي نو د ماخوستن لمونځ پرې واجب دى. كه د نيمې شپې څخه وروسته د یو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاكه شي نو د ماخوستن لمونځ پرې واجب ندی، او هغه باید د سهار لمونځ ادا کړي هر کله چې وخت یې راشي. الله سبحانه وتعالى فرمایي: {فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا } [النساء:103]، ( چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى) يعنې: په محدود وخت کې ټاکل شوی فرض دی، د انسان لپاره دا روا نه ده چې لمونځ له خپل وخت څخه بهر کړي، او نه يې له وخت څخه مخکې پيل کړي.
د لمانځه پر مهال ما باندې حیض راغی، څه باید وکړم؟ ایا د حیض د وخت لمونځ قضا ادا کړم؟
که حیض د لمونځ د وخت څخه وروسته واقع شي - لکه څنګه چې د هغې حیض د زوال څخه نیم ساعت وروسته پیښ شي د بیلګې په توګه - بیا کله چې د حیض څخه پاکه شي، د هغه لمونځ قضا دې ادا کړي چې وخت یې داخل شوی و او هغه پاکه وه؛ د هغه تعالى د قول پر اساس: {إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا} [النساء:103]. (بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى)
د حیض د وخت لمونځ قضا نه ادا کیږي؛ لکه څنګه چې هغه – صلی الله علیه وسلم- په یو اوږد حدیث کې فرمایلي دي: «ايا داسې نده چې کله حيض ورباندې راشي لمونځ دې نکوي او روژه دې نه نيسي؟». او د علماوو په دې خبره اتفاق دی چې د حیض په وخت کې که لمونځ ورڅخه قضا شوی وي هغې باندې قضاء نشته.
او که هغه پاکه شوه، او یو یا ډیر رکعت په اندازه وخت پاتې وي، نو هغه باید د هغه وخت لمونځ ادا کړي چې په هغه وخت کې پاکه شوې وي؛ د هغه – صلی الله علیه وسلم- د وینا پر اساس: "چا چې د مازېګر د لمانځه یو رکعت د لمر د لوېدو څخه مخکې راګیر کړو، نو هغه مازېګر راګیر کړو»، او که مازیګر یا د لمر له راختلو مخکې پاکه شي، او له لمر لوېدو او لمر ختلو ته د يو رکعت په اندازه وخت پاتې وي، نو د مازیګر لمونځ به ادا کوي په لومړۍ مسأله کې، او د سهار لمونځ په دويمه مسأله کې.
زه یوه مور لرم چې پنځه شپیته کلنه ده، نولس کاله کیږي چې اولادونه یې نه دي زیږولي، اوس هغې څخه وینه بهیږي، ددې ستونزې درې کاله کیږي، داسې ښکاري چې دغه ناروغي هغې لپاره د پخوا وخت څخه پاتې وي، دا چې هغې باندې د رمضان میاشت راځي، تاسو ورته څه مشوره ورکوئ؟ او د هغې په څیر کس څه باید وکړي؟
د داسې ښځې لپاره چې وېنه یې بهېږې حكم یې دا دى: چې هغه دې خپل پخواني حیض – مخکې لدې چې دغه ستونزه ورته پیدا شوې ده- د نیټې په اندازه دې لمونځ او روژه پرېږدي، د مثال په توګه که د هغې عادت دا وي چې حیض یې د میاشت په پیل کې د شپږو ورځو لپاره وي، نو هغه د هر میاشت په پیل کې د شپږو ورځو لپاره دې لمونځ نه کوي او روژه دې نه نیسي، او هرکله چې دغه موده ختمه شوه نو غسل دې وكړي، لمونځ دې وكړي او روژه دې ونيسي.
او د دې ښځې او دې ته ورته ښځو ته د لمونځ کولو طریقه: خپله شرمګاه دې په بشپړه توګه ومينځي، او یوې ټوټې سره دې بند کړي، اودس دې وکړي، او د هر فرض لمونځ د وخت په داخلېدو سره دې همداسې وکړي، او که وغواړي چې د فرض لمونځونو د وخت پرته نفلي لمونځ ادا کړي همدا کار دې وکړي.
په دې حالت کې - او هغې باندې د سختۍ لپاره - د هغې لپاره د ماسپښین او مازیګر لمونځونه سره، او د ماښام له ماخوستن لمونځونو سره یوځای کول روا دي؛ ترڅو د هغې یو عمل د دوو لمونځونو لپاره اوسي: د ماسپښین لمونځ او د مازیګر لمونځ. او یو د دوو لمونځونو لپاره اوسي: د ماښام او ماخوستن لمونځونه. او يو د سهار د لمانځه لپاره، د پنځو وختونو پر ځای درې وخته وکړي.
او دوهم ځل يې بیا هم تکراروم، او وایم: كله چې دغه ښځه وغواړي ځان پاک كړي نو بايد خپل شرمګاه ومينځي، او په يوې ټوټې يا داسې څه باندې يې بند كړي تر څو چې وینه بهر نشي، بيا دې اودس وكړي، او د ماسپښین لمونځ دې څلور رکعته وكړي، د مازيګر لمونځ دې څلور رکعته وكړي، د ماښام لمونځ دې درې رکعته وكړي، د ماخوستن لمونځ دې څلور رکعته وكړي، او د سهار لمونځ دې دوه رکعته وكړي، یعنې: قصر دې نه کوي، لکه څنګه چې ځینې عام خلک تصور کوي. خو د هغې لپاره روا ده چې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه سره یو ځای ادا کړي ، د ماښام او ماخوستن لمونځونه سره یو ځای ادا کړي، ماسپښين د مازيګر سره یا په جمع تقدیم او تاخیر(۱) سره ادا کړي، او همدارنګه د ماښام او ماخوستن لمونځونه په جمع تقدیم او تاخیر سره ادا کړي، او که وغواړي په همدې اودس سره نفل لمونځ ادا کړي هغې لپاره هیڅ اعتراض نشته.
د حیض په وخت کې په مسجد الحرام کې د ښځې شتون څه حکم لري؛ د خبرو او خطبو اورېدلو لپاره؟
د حائضې ښځې لپاره په مسجد الحرام يا بل کوم جومات کې پاتې کېدل روا نه دي، خو د هغې لپاره روا دي چې له جومات څخه تېره شي او یا له جومات څخه د اړتيا وړ شيان واخلي او یا ورته کارونه؛ لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- عایشې -رضی الله عنها- ته امر وکړ چې خمره[1] راوړی ، هغې وویل: هغه(خمرة) په جومات کې ده، او زه حیض لرم. هغه وفرمایل: ستا حیض ستا په لاس کې نه ده. که يوه حيض لرونکې ښځه له جومات څخه تيريږي او په جومات کې له وينې بهيدو څخه ډاډمنه وي، نو په هغې کې هيڅ حرج نشته.
مګر که هغه وغواړي چې ننوځي او کښیني، دا جواز نلري.
د دې خبرې دلیل دا دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د اختر د لمانځه پر مهال ښځو ته امر کړی و چې د اختر لمانځه ته ولاړې شي (نابالغې، بالغې او حایضه ښځې) پرته له دې چې حیض لروونکي دې د جومات څخه لرې اوسي، دا په دې دلالت کوي چې د حائضې ښځې لپاره په جومات کې د خطبې اورېدلو او يا د درس او احاديثو اورېدل روا نه دي.
*
په لمانځه کې د پاکوالي له احکامو څخه
ایا هغه مایع چې له ښځې څخه راوځي -كه سپین وی او يا ژیړ- پاک دی که نجس؟ آیا په دې کې اودس لازم دی، سره لدې چې دوام دار شکل باندې راوځي؟ او که په وقفه شکل وي نو حکم څه لري، په خاص دول چې زياتره ښځې -او په تېره بيا لوستوونکې ښځې- دا طبيعي رطوبت ګڼي، چې هغې باندې اودس لازم نه دی؟
له څیړنې وروسته راته معلومه شوه: هغه مایع چې د ښځې له مثانې څخه نه راووځي، بلکې له رحم څخه راووځي، نو پاک دی، که څه هم پاک دی بیا هم اودس ماتوي؛ ځکه چې د اودس ماتونکي لپاره نجس والی شرط نه دی، همدارنګه باد چې له مقعد څخه راووځي، او هیڅ جسم نلري ، خو بیا هم اودس ماتوي.
په دې اساس، که د ښځې څخه په داسې حال کې ووځي چې اودس ولري نو اودس يې ماتيږي، اودس بايد تازه کړي.
كه داومداره وي نو اودس نه ماتيږي، خو د لمانځه لپاره دې اودس وکړي كله چې وخت یې داخل شي، او په دغه وخت كې فرض او نفل لمونځونه، د قرآن تلاوت، او نور مباح کارونه كولی شي چې د هغې لپاره حلال وي، لکه څنګه چې په دې اړه علماوو ويلي دي چې څوک سلس البول (رڼې متیازې ورڅخه روانې وي او دی پرې نه پوهیږي) وي، او دغه حکم د سوال کوونکي د پاکوالي په لحاظ دی، نو هغه پاک دی، او د اودس د ناتیدو له مخې اودس یې ماتیږي مګر دا چې دوامداره وي، که دوامداره وي اودس نه ماتیږي، مګر ښځه باید د لمانځه لپاره تر هغه وخته پورې اودس ونکړي تر څو چې وخت یې پیل شوی نه وي او خپل احتیاط دې وکړي.
خو كه دوامداره نه وي، او معمولا د لمانځه په وخت كې قطع کیده، نو تر هغه وخته پورې دې لمونځ وځنډوي چې هغه وخت قطع کیږي، که د وخت له تېرېدو څخه ویره نه وي، او كه د وخت له ختمېدو وېریدله، نو هغه باید اودس وکړي، او شرمګاه دې په یوې ټوټې سره تینګه کړي – احتیاط دی وکړي - او بیا دی لمونځ وکړي.
د لږ او ډېر فرق نشته؛ ځكه چې دا ټول له سبیل څخه وتلي دي، نو لږ او ډېر یې ماتوونکي دي، پر خلاف ددې چې د بدن له پاتې برخو څخه راووځي لکه وینه او کانګې، او دا اودس نه ماتوي، كه لږ وي او که ډیر.
مګر دا چې د ځینو ښځو عقیده ده چې اودس نه ماتوي، زه د هغې په اړه نه پوهیږم، یواځې د ابن حزم -رحمه الله- له قوله چې وايي: دا اودس نه ماتوي. خو په دې اړه يې هيڅ دليل نه دى ياد كړى، او كه يې له كتاب او سنتو او يا د صحابه وو له اقوال څخه دلیل راوړى وي نو دا به يې دليل وی.
ښځه باید د الله څخه ویره ولري، او خپل پاکوالي ته دې لیواله وي؛ له پاكۍ پرته لمونځ نه قبليږي كه څه هم سل ځله لمونځ وكړي، بلكې ځينې علماء وايي: هغه څوك چې له پاكۍ پرته لمونځ وكړي كافر کیږي؛ ځکه چې دا د الله سبحانه وتعالی پر آیتونو مسخره کول دي.
که هغه ښځه د فرض لمانځه لپاره اودس وکړي چې مایعې اوبه یې دوامداره راوځي، ایا د هغې لپاره روا ده چې د فرض د لمانځه په اوداسه سره تر دویم فرض لمونځه پورې د نفل لمونځ او د قرآن کریم تلاوت وکړي؟
که ښځه د فرض لمانځه لپاره له اوله وخت څخه اودس وکړي، تر بل لمونځ وخته پورې کولای شي چې فرضي او نفلي لمونځونه او د قرآن کریم تلاوت وکړي.
آیا دغې ښځې لپاره د ضحا (څاښت) لمونځ د سهار په اودس سره صحیح دی؟
نه، دا نه صحيح کېږي؛ ځکه چې د ضحا (څاښت) لمونځ وقت په شریعت کې ټاکلی شوی دی، نو د وخت له پيلېدو وروسته ورته باید اودس وشي؛ ځکه چې دا د استحاضې په څیر ده، او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ښځې ته چې استحاضه وي امر کړی چې د هر لمانځه لپاره اودس وکړي.
او د ماسپښین وخت: له لمر د زوال څخه تر مازیګر پورې دی.
او د مازیګر وخت: د ماسپښین د وخت له وتلو څخه د لمر تر ژیړ کیدو پورې ده، او د اړتیا په وخت کې د لمر تر لویدو پورې دی.
او د ماښام وخت: د لمر لوېدو څخه د ماښامني سوروالي د ورکیدو پورې دی.
او د ماخوستن وخت: د ماښامني سوروالي د ورکیدو څخه تر نیمې شپې پورې دی.
آیا دغې ښځې لپاره صحیح ده چې د ماخوستن په اوداسه سره د شپې لمونځ (قیام اللیل) وکړي، کله چې نېمه شپه تیره شي؟
نه، که نيمه شپه تېره شوه، نو اودس دې باید تازه کړي، او ځېنو علماوو ویلي چې: د اودس تازه کولو ته اړتیا نشته. او دا راجح قول دی.
د ماخوستن د لمانځه وروستی وخت څه وخت دی؟ او دا څنګه پیژندل کیدی شي؟
د ماخوستن د لمونځ وروستی وخت تر نیمې شپې پورې دی، دا پدې شکل پیژندل کیږي چې د لمر پریوتلو او د سهار را ختلو تر مینځ وخت په دوه مساوي برخو وویشل شي نو په لمړي نیمایې ماخوستن قضا شو، او هغه پاتې نیمایې د ماخوستن وخت ندی، بلکې د ماخوستن او سهار تر منځ یوه پرده ده.
که دغه ښځه چې دغه مايع په وقفه يي ډول ورڅخه بهیږي اودس وکړي، او د اودس تر بشپړولو وروسته او تر لمانځه مخکې بيا وبهیږي، نو هغه باید څه وکړي؟
که په وقفه يي ډول وي هغه دې باید تر هغه وخته انتظار وباسي چې د مایع بهیدل ودریږي، خو که ښکاره وخت ونلري، کله وبهیږي او کله و نه بهیږي، نو د وخت له پيل وروسته دې باید اودس وکړي، او لمونځ دې وکړي، پر هغې باندې هیڅ څه نشته.
دغه مایع که پر بدن یا جامو ولګیږي څه باید وشي؟
که پاک وي نو پر هغې څه لازم نه دي، او که ناپاک وي - هغه څه چې د مثانې څخه راوتلي وي - نو باید ومینځل شي.
د هغه مایع څخه د اودس کولو لپاره، آیا یوازې د اودس د غړو مینځل کافي دي؟
هو، دا کافي ده که هغه پاک وي، او دا هغه څه دي چې له رحم څخه راوځي، نه د مثانې څخه.
څه وجه ده چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه داسې حدیث نه دی را نقل شوی چې پدې مایع سره اودس ماتیږي، حال دا چې ښځینه صحابه د خپل دین په اړه د فتوا غوښتلو ته ډیرې لیوالې وې؟
ځکه چې دغه مایع له هرې ښځې څخه نه بهیږي.
که ښځه اودس ونه کړي، د هغې د ناپوهۍ له امله، هغه باید څه وکړي؟
هغه باید الله عزوجل ته توبه وباسي، او د علم له خاوندانو څخه پوښتنه وکړي.
ځیني خلک دا خبره تاسو ته منسوبوي چې تاسو ددې مایع لپاره اودس کول اړین نه بولۍ؟
هغه څوک چې دا خبره ما ته منسوبوي، هغه رښتونی نه دي، او داسې ښکاري چې هغه زما د خبرو څخه داسې پوهه شوي کله چې ما وویل: هغه پاک دی. هغه اودس نه ماتوي.
د ښځې د حیض څخه یوه ورځ مخکې لږ یا ډیر خړرنګه مایع بهر شي څه حکم لري، او دا مایع د تور نري یا نسواري تار په شکل او یا دې ته ورته وي؟ او که له حیض وروسته وي نو څه حکم لري؟
که دا د حیض د پیلیدو څخه وړاندې وي نو دا حیض دی، او دا د دردونو او د خیټې درد له لارې پیژندل کیږي چې معمولا حایضه ښځو باندې راځي.
هر چې خړوالی دی روسته له حیض څخه ، انتظار دې وکړي تر دې چې ختم شي ، ځکه حیض سره پیوسته خړوالی دا حیض دی؛ د عایشې رضی الله عنها د وینا پر اساس: بېړه مه کوه تر څو چې سپین مایع ونه ویني. الله ښه پوهیږي.
*
د حیض ځینې احکام په حج او عمره کې.
حيض لرونکې ښځې د احرام دوه رکعته لمونځ څنګه وکړي؟ حيض لرونکې ښځې ته روا ده چې په پټه کې د قرآن کریم آيت تکرار کړي او که نه؟
لومړی: باید پوه شو چې احرام لمونځ نه لري؛ له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ندي راغلي چې هغه د خپل امت لپاره د احرام لمونځ مشروع کړی وي، په دې کې نه قولي نه عملي نه تقریري هیڅ قسم حدیث نشته.
دویم : هغه حيض لرونکې ښځه چې له احرام نه مخکې حیض ورباندې راغلى وي د احرام نیت کولاى شي؛
او هر چې د هغې دا پوښتنه :چې آیا هغه کولی شي قرآن ولولي؟ هو، حیض لرونکې ښځه د ضرورت یا مصلحت پر اساس د قرآن کریم تلاوت کولی شي، مګر د اړتیا او مصلحت پرته،که هغه یوازې دا غواړي چې د عبادت او الله ته د نږدې کیدلو لپاره لولي، نو دا غوره ده چې تلاوت دې ونه کړي.
يوې ښځې د حج لپاره سفر وکړ، او مياشتنی عادت يې د سفر له نيټې څخه پنځه ورځې مخکې راغئ، او ميقات ته له رارسيدو وروسته يې غسل وکړ او احرام يې وتاړه، پداسې حال کې چې هغه له مياشتني عادت څخه پاکه شوې نه وه، کله چې مکې مکرمې ته ورسېده، له حرم نه بهر پاتې کیدله، د حج او عمرې کوم مناسک يې اداء نه کړل، او دوه ورځې په منا کې پاتې شوه، بيا پاکه شوه، بیا يې غسل وکړ او د عمرې ټول مناسک يې اداء کړه پداسې حال کې چې هغه پاکه وه، بيا يې وينه په داسې حال کې ورباندې راغله چې د افاضې په طواف کې وه، خو د شرم احساس يې وکړ او د حج مناسک يې بشپړ کړل، او تر هغې یې خپل سرپرست خبر نه کړ مګر چې کله خپل هېواد ته راورسیده، نو د دې حکم څه دی؟
په دې اړه حکم: هغه وينه چې د افاضې طواف په وخت کې پرې راغلې وه، که هغه د حيض وينه وي چې د هغې د طبيعت او دردونو له مخې معلومېږي، نو د افاضې طواف صحيح نه دی، او بیرته مکې ته باید ستنه شي؛ ترڅو د افاضې طواف اداء کړي، او له ميقات څخه دې د عمرې لپاره احرام و تړي، او عمره دې له طواف او سعي سره اداء کړي، ویښتان دې لنډ کړي، بیا دې د افاضې طواف وکړي.
خو که دا وينه د حيض وينه نه وي، هغه طبيعي وينه وي چې معلومه ده، بلکې د سختې ګڼې ګوڼې، ډار او يا داسې نورو څخه راوتلې وي، نو طواف يې صحیح دی د هغو کسانو په نیز چې د طواف لپاره اودس ضرور نه ګڼي.
که چيرته په اوله مسئله کې بيرته نشي ګرځيدلی، پدې معنا چې ليرې هيواد کې وي نو حج يې صحيح دی؛ ځکه چې هغه ددې څخه ډیر څه نشي کولی.
یوه احرام کوونکې ښځه د عمرې لپاره راغله، او مکې ته له رسیدو وروسته حیض ورباندې راغی، او د هغې محرم (سرپرست) سمدستي سفر ته اړتیا لري، او په مکه کې د هغې څوک نشته، نو دا څه حکم لري؟
له هغه سره باید سفر وکړي، او په خپل احرام کې باید پاتې شي، بيا چې کله پاکه شي، بېرته دې راشي، که په سعودی عربستان کې وي؛ ځکه چې بیرته را تګ ورته اسانه دی، نه په کې څه ستړتیا شته، او نه پاسپورټ او یا بل څه ته ضرورت لري.
مګر که هغه اجنبۍ وي، او بیرته ستنیدل ورته ستونزمن وي، نو خپله شرمګاه دې یوې کپړې سره تینګه کړي، طواف دې وکړي، سعی دې وکړي، ویښتان دې لنډ کړي، او په همدې سفر کې دې خپله عمره پای ته ورسوي؛ ځکه چې د هغې طواف پدې وخت کې یو اړتیا ده، او اړتیا منع شوی څیز روا کوي.
په کومې مسلمانې ښځې چې د حج په ورځو کې حيض راشي، ایا د هغې دا حج کافي کېږي؟
دې پوشتنې ته تر هغه وخته ځواب نه شو ورکولی ترڅو پوه نه شو چې کله هغې باندې حیض راغلی؟ دا ځکه چې حیض د حج د ځينې عملونو مخه نه نيسي، او د ځينو مخه نيسي، نو طواف نه شي کولای پرته له دې چې پاکه وي، مګر نور مناسک په حيض سره هم ترسره کولی شي.
تېر کال مې د حج فریضه اداء کړه، او د طواف وداع او طواف افاضې پرته مې د حج ټول مناسک اداء کړل، ځکه چې شرعي عذر زما مانع شو چې هغه دواړه ترسره کړم، نو زه په مدینه منوره کې خپل کور ته لاړم په دې نیت چې یوه ورځ به بېرته راځم، د دې لپاره چې طواف افاضه او طواف وداع به ترسره کوم، او له شرعي چارو څخه د ناپوهۍ په حالت کې مې له هر څه څخه ځان خلاص کړ، او هر هغه څه مې وکړل چې د احرام په حالت کې حرام دي، نو ما پوښتنه وکړه چې بیرته مکې ته وګرځم او طواف وکړم، نو ماته وویل شو چې ستا لپاره صحیح نده چې طواف وکړې، تا خپل حج باطل کړ، ته باید راتلونکي کال کې خپل حج له سره اداء کړې، او یوه غوا او یا اوښ به هم ذبح کړې، آیا دا صحیح ده؟ ایا بله د حل لاره شته؟ او هغه څه ده؟ ایا زما حج باطل شو؟ ایا زه باید بیرته حج اداء کړم؟ مهرباني وکړئ ما ته مشوره راکړئ چې څه وکړم الله دې برکت درکړي.
دا هم له هغه افتونو څخه دی چې له علم پرته فتوا ورکول کېږي، او ته په دې حالت کې باید مکې ته لاړه شي او يوازې طواف افاضه وکړي.
او طواف وداع پر تا باندې نشته ځکه چې له مکې څخه د وتلو په وخت کې تا حيض درلود، او حيض لرونکې ښځې باندې د وداع طواف لازم ندی. د ابن عباس رضي الله عنهما د حدیث له مخې: هغه خلکو ته امر وکړ چې اخری عمل باید د کعبې طواف وي، مګر د حیض لروونکي ښځې لپاره یې تخفیف راوسته. او د ابو داود په يوه روايت کې راغلي: (چې ددوی اخري کار باید د کعبې طواف وي). ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې وویل شو چې صفیه رضي الله عنها د افاضې طواف وکړ، نو ویې فرمایل: «نو هغه باید لاړه شي». دا په دې دلالت کوي چې د حایضه ښځې څخه طواف وداع کول ساقط دی.
مګر طواف افاضه باید ترسره شي، او دا چې له هر څه څخه دې په ناپوهۍ کې ځان خلاص کړ، نو دا کار تا لره کوم زیان نه رسوي؛ ځكه جاهل کس چې د احرام له ممنوع څیزونو څخه يو څه وكړي پر هغه څه لازم نه دي. د الله تعالی پدی قول سره: {رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا} [البقرة:286]، (اى زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړه) الله تعالى وفرمایل: «ما وکړل»، او د هغه وینا: {وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ} [الأحزاب:5]، (او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ او لېكن (ګناه شته د ) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي) ټول هغه ممنوع څیزونه چې الله تعالی پر احرام کوونکی باندې منع کړي دي که هغه يې د ناپوهۍ، هيریدل او مجبورۍ له امله وکړي، په هغه باندې هيڅ نشته، خو کله چې عذر رفع شي، بايد هغه څه پريږدي چې هغه سره ورته ستونزه جوړه شوه.
که د نفاس لرونکې ښځې نفاس د ترویه (اتم د ذو الحجې) په ورځ پیل شي، او د حج ارکان بشپړ کړي پرته د طواف او سعې څخه، او لس ورځې وروسته دا ورته معلومه شوه چې اوس د پاکۍ لومړۍ مرحله کې ده، نو ایا ځان پاک کړي، او غسل دې وکړي، او پاتې نور عمل چې ور څخه پاتې ده چې هغه د حج طواف ده ترسره کړي، که نه؟
تر هغه وخته پورې غسل او طواف کول روا نه دي تر څو چې د طهارت په اړه ډاډه نه وي، او له دې پوښتنې څخه معلوميږي چې هغې وويل: (لومړۍ مرحله) چې هغې پورې پاکي نه ده ليدلې، نو بايد پوره پاکي وويني، نو کله چې پاکه شي نو غسل دې وکړي او طواف او سعې دې پرځای کړي.
که د طواف نه مخکې سعې وکړي نو هيڅ حرج نشته، ځکه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د حج په وخت کې د هغه کس په اړه پوښتنه وشوه چې له طواف کولو مخکې یې سعې کړې وي، نو ویې فرمایل: په دې کې هیڅ حرج نشته.
يوې ښځې د حيض په وخت کې د سیل له میقات څخه د حج احرام وکړ، او کله چې مکې ته ورسېده د اړتیا لمخې جدې ته ولاړه، نو په جده کې يې ځان پاک کړ، ويښتان يې ومينځل، ويښتان يې ګمنځ کړ، او بيا يې خپل حج بشپر کړ، آيا د هغې حج صحيح دى؟ ایا هغې لره کوم څیز لازم دی چې ویې کړي؟
د هغې حج صحيح دی او پر هغې باندې هيڅ نشته.
زه عمرې ته روانه یم، او له میقات څخه تیره شوم په داسې حال کې چې ما حیض درلود، نو ما احرام و نه تړلو، او په مکه کې پاتې شوم تر څو چې پاکه شوم، نو له مکې څخه مې احرام وتړلو، ایا دا روا ده؟ یا زه څه وکړم؟ او ما باندې څه لازم دي؟
دا کار روا نه دی، او کومه ښځه چې عمره کول غواړي له احرام پرته د ميقات څخه نه تيريږي که څه هم حيض ولري، هغه دی احرام وکړي او خپل احرام دې و تړي، او صحیح کیږي، د دې دلیل دا دی چې: د ابو بکر رضي الله عنه میرمن اسماء بنت عمیس رضی الله عنها ماشوم وزیږولو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ذوالحلیفه څخه خښکته کیده، د حجة الوداع لپاره، نو هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر وساوه چې: زه څه وکړم؟ هغه وفرمايل: غسل وکړه، او د جامې په یوې ټوټې په ذریعه خپله شرمګاه ټینګه کړه او احرام کې داخله شه. د دې دلیل دا دی چې: د ابو بکر رضي الله عنه میرمن اسماء بنت عمیس رضی الله عنها ماشوم وزیږولو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ذوالحلیفه څخه خښکته کیده، د حجة الوداع لپاره، نو هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر وساوه چې: زه څه وکړم؟ هغه وفرمايل: «غسل وکړه، او د جامې په یوې ټوټې په ذریعه خپله شرمګاه ټینګه کړه او احرام کې داخله شه». او د حایضې ښځې وینه د نفاس لروونكې ښځې د وینې په څیر ده.
نو موږ حيض لرونکې ښځې ته وايو چې که له ميقات څخه تېره شي، او هغه د عمرې او یا حج اراده کړی وي، موږ ورته وايو: غسل وکړه، او د جامې په یوې ټوټې سره دې خپله شرمګاه ټینګه کړه او احرام کې داخله شه، او د استثفار معنا دا ده: چې د جامې په یوې ټوټې سره دې خپله شرمګاه ټینګه کړي او احرام کې دې داخله شي، که د حج لپاره وي او یا د عمرې لپاره وي، خو که احرام وتړي او مکې ته ورسېږي، خانې کعبې ته دې نه راځي، او طواف دې نه کوي ترڅو چې هغه پاکه شي. له همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم عایشه رضی الله عنها ته چې د عمرې په وخت کې یې حایضه شوه، ورته یې وفرمایل: هغه څه وکړه چې حاجی یې کوي، پرته له دې چې د کعبې له طواف څخه تر څو چې پاکه شوې نه وي . دا د بخاري او مسلم روایت دی. همدارنګه په صحیح البخاري کې عایشه رضی الله عنها ذکر کوي چې کله پاکه شوه نو د کعبې طواف، او د صفا او مروه سعی دې وکړي. دا په دې دلالت کوي چې که ښځه د حیض په حالت کې د حج یا عمرې احرام وتړي، او یا له طواف څخه مخکې ورباندې حیض راشي، نو تر هغه وخته پورې دې طواف او سعې نه کوي تر څو چې پاکه شي او غسل وکړي.
که په پاکوالي کې يې طواف وکړ، او د طواف له ختمیدلو وروسته حايضه شوه، نو بايد دوام وکړي، او سعي دې وکړي که څه هم حايضه وي، او سر ویښتان دې لنډ کړي، او خپله عمره دې ختمه کړي؛ ځکه چې د صفا او مروه تر منځ سعې پاکوالي ته اړتيا نه لري.
زه او زما کورنۍ له ینبع څخه د عمرې لپاره راغلو، خو کله چې جدې ته ورسیدلو زما پر ښځی حیض راغی، خو ما له خپلې میرمنې پرته خپله عمره بشپړه کړه، نو زما د میرمنې لپاره څه حکم دی؟
ستا د مېرمنې په اړه حکم دا دی: چې تر هغې مودې پورې پاتې شي ترڅو چې پاکه شي، او بيا دې د خپلې عمرې قضایي اداء کړي؛ ځکه چې کله صفیه رضی الله عنها حایضه شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا هغې موږ بند کړو؟ » هغوی وویل: هغې د افاضې طواف کړیدی. ویې فرمایل: "هغه باید لاړه شي" او د هغه صلی الله علیه وسلم دغه وینا چې: «ایا هغې موږ بند کړو؟» دلیل دی چې ښځه باید پاتي شي – که د طواف افاضې څخه مخکې حایضه شي- تردې چې پاکه شي، او بیا دې طواف وکړي.
همدارنګه د عمرې طواف د افاضې د طواف په څیر دی؛ ځکه چې دا د عمرې رکن دی، نو که ښځه د عمرې له طواف څخه مخکې حايضه شي، تر هغه وخته پورې دې انتظار وباسي چې پاکه شي، بيا دې طواف وکړي.
ایا مسعا د حرم څخه ده؟ ایا حایضه ښځه ورته نږدې کیدلی شي؟ ايا هغه څوک چې له مسعا څخه حرم ته ننوځي د تحية المسجد لمونځ ورباندې واجب دی؟
څومره چې څرګندېږي مسعا له جومات څخه نه ده، نو له همدې امله يې د بېلولو لپاره تر منځ دېوال جوړ كړى، مګر هغه لنډ دېوال دى، او په دې كې هېڅ شک نشته چې دا د خلكو لپاره خیر دى؛ ځكه كه هغه جومات کې داخل وی او هغه د جومات برخه ګرځیدلې وی، نو که ښځه کله د طواف او سعې ترمنځ حاېضه شوې وی نو هغه به د سعې کولو څخه منع شوی وی.
نو پدې برخه کې زما فتوا دا ده چې: که له طواف وروسته او له سعي څخه مخکې ورباندې حيض راشي نو سعي دې وکړي؛ ځکه مسعی(هغه ځای چې منډې په کې وهل کیږې) د جومات څخه نه ګڼل کېږي.
او هر چې تحية المسجد ده، د هغې په اړه داسې ويلای شو: که څوک له طواف نه وروسته سعی وکړي، او بېرته جومات ته راشي نو تحية المسجد دې وکړي، او که تحية المسجد پريږدي نو هغه باندې څه نشته. غوره دا ده چې له موقع څخه ګټه پورته کړي، او دوه رکعته لمونځ دې وکړي؛ پدې ځای کې د لمانځه د فضیلت په خاطر.
حج مې وکړ، او میاشتنۍ عادت را باندې راغی، له حیا څخه مې چا ته څه و نه ویل، او حرم ته ننوتم، لمونځ مې وکړ، طواف مې وکړ، او سعي مې وکړه، نو زه باید څه وکړم، د یادونې وړ ده چې دغه وینه د نفاس څخه وروسته راغله؟
د حیض او نفاس په وخت کې ښځې ته روا نده چې لمونځ وکړي، که هغه په مکه کې وي، او که په خپل هېواد کې وي او يا په بل کوم ځای کې وي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا په اساس چې د ښځې په اړه فرمایي: «ایا داسې نه ده چې کله حیض ولري نو لمونځ دی نه کوي او روژه دې نه نیسي؟». مسلمانانو په دې خبره اتفاق کړی چې د حایضې ښځې لپاره روژه نیول روا نه دي، او د هغې لپاره لمونځ هم روا نه دی.
او د دې ښځې په اړه چې دا کار یې کړی، هغه باید الله ته توبه وباسي، او د هغه څه لپاره بخښنه وغواړي چې ور څخه پیښ شوي دی.
او د حيض په وخت کې د هغې طواف صحيح نه دی، او د هغې سعې صحيح دی؛ ځکه چې راجح قول دا دی چې په حج کې له طواف څخه سعي ته وړاندیتوب ورکول جوار لري، له همدې امله بايد طواف تکرار کړي؛ ځکه چې طواف افاضه د حج له ارکانو څخه يو رکن دی، او دوهم تحلل (خلاصون) له دې پرته نه شي کيدای.
نو په دې اساس دا ښځه له خپل مېړه سره – که واده شوې وي- تر هغه وخته کوروالی نه شي کولاي چې طواف یې نه وي کړی، او که واده یې نه وي کړی تر هغه وخته پورې چې طواف یې نه وي کړی د نکاح عقد د هغې لپاره نه کېږي، او الله تعالی ښه پوهېږي.
که ښځه د عرفې په ورځ حایضه شي نو څه وکړي؟
که کومه ښځه د عرفې په ورځ حایضه شي، نو حج ته دې ادامه ورکړي، هغه څه دې وکړي چې خلک یې کوي، او د کعبې طواف دې نه کوي تر څو چې پاکه شي.
که ښځه د جمره عقبی د ویشتلو وروسته او د طواف افاضه د ادا کولو څخه مخکې حایضه شي، هغه او د هغې خاوند له یوې دلې سره مرتبط وي، نو دغه ښځه باید څه وکړي، پداسې حال کې چې د سفر څخه وروسته بیرته نشي راګرځیدلی؟
که د بیرته ستنیدو توان ونلري نو خپل شرمګاه باندې دې د کپړې یوه ټوټه ټینګه ونیسي، بیا د ضرورت له مخې طواف وکړي، او هغې باندې هیڅ شی نشته، او د حج پاتې اعمال دی بشپر کړي.
که ښځه له نفاس څخه تر څلوېښت ورځو مخکې پاکه شي، ایا حج يې صحيح دی؟ او که پاکي نه ويني نو هغه دی څه وکړې، پداسې حال کې چې هغه د حج اراده ولري؟
که ښځه د نفاس څخه تر څلويښت ورځو مخکې پاکه شي، هغه بايد غسل وکړي، او لمونځ دې وکړي، او هر هغه څه دې وکړي چې پاکې ښځې يې کوي حتا طواف هم کولی شي؛ ځکه چې نفاس لپاره کمه اندازه نشته.
خو که هغه خپل پاکوالی ونه ویني، نو حج یې صحیح دی، خو تر هغه وخته پورې د کعبې طواف دې نه کوي تر څو چې پاکه شي؛
*
Related books
All books
د جنازې احکام26 ژبېد جنازې احکام
د " جنازې احکام" کتاب د اسلامي شريعت له مخې د مړو سره د چلند آداب او مقاصد، د جنازې د تعقيب فضيلت، د جنازې د لمانځه طریقه او بېلابېل حالتونه بیانوي، همدا راز پر اړینو لارښوونو رڼا اچوي لکه؛ د جنازې په چمتو کولو کې چټکوالی، پر مړي له ژړا او فریاد څخه ډډه کول، صبر او د الله په حکم د رضایت څرګندولو اهمیت، سربیره پر دې دا کتاب د دې خبرې يادونه کوي چې مرگ پر هر انسان حق دی، او په الله تعالی د ښه ګمان کولو او ثبات ټينګار کوي او د مړو لپاره د مغفرت او رحمت دعا کولو ته اشاره کوي.
د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام16 ژبېد طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام
د علامه شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله لخوا لیکل شوی کتاب "د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام" چې د قرآن او سنت پر بنسټ د پاکوالي، لمونځ او جنازه په واضح ډول تشریح کوي، د دې کتاب موخه داده چې مسلمان خپل عبادتونه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د منهج مطابق، په بصیرت او پوهې سره ترسره کړي، همداراز، دا کتاب د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د طریقي په پیروي کې هڅه کوي، او د اسانتیا او التزام ترمنځ توازن ساتي، همدارنګه اخلاص او پیروي ته تشویقوي ترڅو عبادتونه د الله جل جلاله لپاره د منلو وړ او د هغه تعالی نږدې والی حاصل شي.
المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد47 ژبېوأحكامالمختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد
كتاب "المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد" يتناول مسؤوليات المؤذن والإمام والخطيب وأحكام الأذان والإقامة وصلاة الجمعة وأحكام المساجد. يوضح الكتاب تعريف الأذان والإقامة وحكمهما وفضلهما، كما يبين الصفات المطلوبة في المؤذن والشروط اللازمة لصحة الأذان والإقامة. بالإضافة إلى ذلك يستعرض الكتاب أحكام الإمامة، ومشروعيتها وفضلها، وشروط وصفات الإمام، مع التركيز على أهمية العلم والخلق في من يتولى هذه الوظيفة الشرعية.
من أحكام الصيام