موسوعة الإيمان
كتاب "الإيمان الذي فرضه الله على عباده مما ورد في القرآن الكريم والسنة النبوية" من تأليف أ.د. محمد بن عبد الله السحيم ود. سامي بن محمد الخليل، هو كتاب شامل لجميع أصول ومهمات الاعتقاد ومسائله. يتميز الكتاب بربط المسائل العقدية بالكتاب الكريم والسنة النبوية المطهرة، ويحرص على تأسيس العقيدة بطريقة مختصرة وشاملة باستخدام عبارات ميسرة. يتناول الكتاب مسائل الاعتقاد بعيداً عن المباحث الكلامية والفلسفية، ويهدف إلى تقديم موضوعات الاعتقاد بأسلوب يسهل على جميع المستويات العلمية فهمها واستيعابها.
د هغه ایمان موسوعه (دائرة المعارف) چې الله تعالی په خپلو بندګانو فرض کړی او په قران کریم او د پیغمبر په سنتو کې یې بیان شوی دی.
په دې موسوعه (دائرة المعارف) کې د عقیدې بنیادې او مهم مسائل راغونډ شوي، ښوالی یې دا دی چې د عقیدې مسائل د قرآن کریم او سپیڅلي نبوي سنتو سره پیوسته کوي، سربیره پر دې پدې کې ټینګار شوی چې عقیده په لنډه او هر اړخیزه توګه داسې بنسټیزه شي چې په ساده او اسانو الفاظو سره وړاندې شي او د کلامي او فلسفي بحثونو څخه وساتل شي.
د موسوعې (دائرة المعارف) وړاندوینه
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي أنزل على عبده الكتاب ولم يجعل له عوجًا، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله وأمينه على وحيه صلى الله عليه وسلم.
اما بعد: د عقیدې علم تر ټولو علومو غوره او معتبر علم دی. ځکه چې هغه د خورا معزز پېژندل شوي - ذات - په اړه خبرې کوي - چې هغه پاک، حق او متعال رب دی - او د معتبر مقصد په اړه - چې هغه د الله توحید او پر هغه ایمان دی - او غوره عاقبت - چې هغه د نعمتونو په کور کې د کریم ذات لیدل او د نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - پیروي او د نیغې لارې نیول دي، لدې امله لیواله شوم داسې یو کتاب تألیف کړم چې عقیدوي مسالو ته شامل وي، او د الله تعالی کتاب او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت مو پکې د لارې مشعل وي، - او هڅه مو دا ده چې - د معاصرو فلسفې اصطلاحاتو، تعریفونو، ارکانو او شرطونو له یادولو څخه ډډه وکړو. او - دا کتاب - د هرچا لپاره د لاسرسي وړ وګرځي؛ تر څو ترې عالم، په پوهنتونونو کې محصلین او نورو ځایونو کې ترې عام مسلمانان ګټه پورته کړي.
د لیکلو لامل:
زموږ مخکنیو نیکانو (سلفو صالحینو) د صحیح عقیدې په بیانولو او د هغه څه په روښانه کولو چې ضد یې دی او مخالفانو ته د ځواب ورکولو په برخه کې ډیرې هڅې کړې دي. دا کتاب رامخې ته شو تر څو د طالب العلمانو مخې ته هغه څه کیږدي چې سلفو صالحینو د دوی او د عامو مسلمانانو لپاره لیکلي دي، - مونږ پدې لیکنه کې - عقیدوي مسألې په یو کتاب کې رانغاړلي دي، او د ځوابونو پر ځای مو یوازې د سمې عقیدې په بیانولو بسنه کړې ده. د دې کتاب په جوړښت کې مو ټینګار کړی تر څو یې مطالب په آسانه او ښکاره اسلوبو سره وړاندې کړو، او د موضوع پر اساس یې ترتیب کړو، مونږ تمه لرو چې پدې کار سره به مو دوه هدفونه تر لاسه کړې وي؛ یو یې خلکو ته د سلفو صالحینو د علومو نږدې کول، او بل یې په عقیدوي کتابتون کې د یو داسې کتاب په لیکلو سره د لویې تشې ډکول دي چې عبارتونه یې آسان وي او د عقیدې ټولو موضوعاتو ته شامل وي.
هغه تګلاره چې موږ په لیکلو کې تعقیب کړې:
د عقیدې د هرې موضوع اړوند د آیتونو او حدیثونو وړاندې کول او ورڅخه خلاصه راویستل.
د عقیدې د کتابونو اړوند د ټولو موضوعاتو وړاندې کول؛ برابره ده که دا مسند موضوعات وي، یا متنونه او یا هم د متنونو شرحې وي؛ تر څو ډاډ تر لاسه شي چې آیا زموږ د عقیدې اړوند له آیتونو او حدیثونو څخه چمتو شوی لنډیز هغه څه ته شامل دی چې د عقیدي لیکوالانو لیکلي دي که نه.
کله چې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې یوه عقیدوي مسأله په یوه وجهه راغلي وي، مونږ د یو یا دوو دلیلونو په وړاندې کولو بسنه کوو چې نوموړې مسئله پکې ذکر شوي وي. خو که چېرته مسأله په قرآن کریم او نبوي سنت کې په بیلابیلو وجوهاتو سره راغلي وي - لکه د: خبرو، اوچتوالي، لاس صفتونه، مؤمنانو لره په قیامت کې د حساب او کتاب پر مهال او په جنت کې د خپل متعال رب د لیدلو صفت، نو لازم ګڼو چې د هرې وجهې لپاره یو دلیل راوړو کوم چې د مختلفو وجوهاتو نه راغلي دي، او پدې ځان ملزم نه ګڼو چې ټول هغه - دلایل - وړاندې کړو چې په نوموړي باب کې ذکر شوي دي.
ځیني وختونه اړ شو چې د مسألې ځینې اړخونه په یو باب کې شامل کړو، بیا یې تکراروو او په بل فصل کې یې بشپړوو، لکه څنګه مو چې د مخلوقاتو په باب کې د ملاېکو د پیدایښت خبر ذکر کړی، بیا مو د دوی په اړه وینا په (کتاب الایمان بالملائکة) کې بشپړه کړې ده، او په (باب الایمان بوجود الله) کې مونږ ځینې آیتونه د الله - تعالی - په شتون ذکر کړي دي، او کله هم همدغه آیتونه په (باب الربوبیة) کې هم ذکر کیږي د هغه نږدې والي له امله چې د دواړو تر منځه شتون لري، نو د الله - تعالی - په شتون له باور درلودلو څخه هدف دا دی چې د الله - تعالی - په شتون هغه دلایل روښانه شي چې بې دینه ترې انکار کوي، پداسې حال کې چې په ( باب الربوبیة ) کې ورڅخه هدف د ربوبیت اثبات دی، له کوم څخه چې د الله - تعالی - الوهیت لازمیږي؛ هغه څه چې مشرک یې په اړه جګړه کوي، همدا رنګه کله نا کله یو مبارک آیت یا حدیث شریف د ضرورت له مخې له يو څخه په زياتو ځايونو کې ذکر کوو.
د اړتیا پر مهال کله د سلفو علماوو هغه ویناوې نقلوو چې له آیت او حدیث څخه مقصد روښانه کوي، او له ډلې یې یوازې په هغې وینا بسنه کوو چې حق وینا پرې جوتیږي؛ پرته له دې چې شبهه او مخالف قول ذکر کړو؛ تر څو زده کونکي مخکې لدې چې د مخالفینو د ویناوو له امله ورته کوم شک او یا شبهه پيدا شي دا علم یې په زړه کې ځای ونیسي او پرې پوه شي، او مونږ تمه لرو چې - دا لیکنه - د الله - تعالی - په حکم سره پدې مسأله کې د لوستونکي لپاره د خویدو مانع وګرځي،ځکه لدې مسألې څخه مشهور عقیدوي مخالفتونه راچاپیر شوي دي لکه د صفاتو، تقدیر او داسې نورې مسألې.
ابن أبي زمنین المالکی رحمه الله ویلي: (تاسو چې د څه په اړه پوښتنه کړې وه ما تاسو ته د هدایت د امامانو او د علم د څښتنانو له قوله خبر درکړ، همدا رنګه له نورو هغو شیانو (مې هم خبر کړئ چې) د سنتو د اصولو په اړه یې پوښتنه کیږي او په اړه یې د ګمراهانه خواهشاتو لرونکو د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مخالفت کړی دی، او که چېرته لویو علماوو دا ویره نه درلودی چې خبرې یې د تل لپاره په کتابونو کې په لیکلي بڼه پاتې شي نو د دې خلکو د ګمراهۍ په اړه به مې دومره معلومات درکړي وو چې ته به یې له دوی څخه تېښتې ته لیواله کړی وې. مونږ پر الله تعالی د دوی له فتنو څخه پناه غواړو، مونږ او تاسو دې الله تعالی له ګمراه کوونکو فتنو څخه وساتي، او د هغې وینا او عمل توفیق دې راکړي چې هغه پرې راضي کیږي او مونږ پرې هغه ته نږدې کیږو. أصول السنة؛ د ابن أبي زمنين (309، 310).
موږ په قصدي توګه له تعریفونو او کلامي نوي رامنځته شوو اصطلاحاتو څخه ډډه وکړه؛ هغه چې الله تعالی پرې کوم دلیل ندی نازل کړی.
مونږ لکه د پخوانیو شرعي علومو د لیکوالانو په څېر دا کتاب د کتابونو او بابونو په بڼه ترتیب کړی دی، او معاصر تقسیماتو مو ندي کارولي: مبحث او مطلب، او د ایمان د أرکانو پر اساس مو ترتیب کړی دی. ابن أبی العز الحنفي فرمایلي دي: (تر ټولو غوره طریقه چې د دیني اصولو کتاب پرې ترتیبیږي؛ هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوابونو ترتیب دی، کله چې ترې جبرائیل - علیه السلام - د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: چې په الله او د هغه په ملاېکو ایمان راوړې..." نو هغه په توحید او صفاتو او څه چې ورسره تړاو لري پیل وکړ بیا یې د ملاېکو په اړه وینا وکړه، او بیا همداسې نور تر پایه). د العقیدة الطحاویة شرحه (2/ 689)
موږ د هر کتاب په پیل کې د هغه لنډیز راوړی دی، په هغه کې موږ د کتاب ټول مسائل پرته له دلایلو څخه ذکر کوو.
او د احادیثو د تخریج په اړه؛ مونږ أحادیث په لنډه توګه تخریج کړي دي، لومړی په پېژندل شوي ترتیب سره په شپږو کتابونو پیل کوو، بیا یې د وفات د تاریخونو په اساس ترتیبوو، او دا چې غوښتل مو د کتاب اندازه کمه کړو، نو یوازې د أحادیثو په تخریج مو بسنه وکړه پرته له دې چې د احادیثو په اړه خبرې وکړو، مګر په ډیرو لږو ځایونو کې.
د دې کتاب ځانګړتیاوې
عقیدوي مسائلو ته د قرآن کریم او سپیڅلو نبوي سنتو سره تړاو ورکول، تر څو طالب العلم ته د دې مسائلو مأخذ معلوم وي.
د عقیدې اړوند په سترو مسائلو احاطة، هغه چې د عقیدې د هر باب سره تړاو لري.
په لنډه او بشپړه توګه د اسانو عبارتونو په وړاندې کولو سره د عقیدوي مسائلو بنسټ اېښودنه؛ تر څو په ښه توګه د درک او زده کړې جوګه شي.
له منطقي او فلسفي څېړنو څخه د کتاب خونديتوب، او یو بل ته د عبارتونو نږدې والی، او له هغو کلمو څخه ډډه کول چې د خواهشاتو له ظهور څخه وروسته په عقیدوي کتابونو کې ذکر شوي دي.
مونږ ادعا نه کوو چې د عقیدې اړوند ټول مسائل مو راټول کړي دي؛ خو موږ په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي، موږ د دې کتاب په اړه هرې بډاینې یا ارزونې یا سمونې ته سترګې په لار یو. تر څو ترې په راتلونکو چاپونو کې ګټه پورته کړو، او بسنه کوي چې مونږ د وحې په سرچینه راغلي یو او له هغه څخه مو د ډېرو معتبرو علومو موضوعات را اخستلي او د دې هنر زده کړیالانو ته مو وړاندې کړي دي، د هرې مسألې لپاره مو په آیت یا حدیث یا دواړو یو ځای استدلال کړی دی، او له الله - تعالی - څخه غواړو چې دا کار یوازې د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، د هغه د رسول، دوست او په وحیې امانتدار د سنت مطابق، د هغه د بندګانو لپاره ګټور، او په هغه ورځ زمونږ لپاره حجت او شاهد وګرځوي په کومه ورځ چې مونږ د خپل رب سره مخ کیږو.
او مونږ د الله - جل جلاله - شکر ادا کوو، چې موږ ته یې دا علم آسانه کړی دی، او مونږ یې د خپل دین د خدمت جوګه ګرځولې یو، او د ایمان د رکنونو په اړه یې د وضاحت توفیق راکړی، تر څو یې د قرآن او سنت له دلایلو سره بیان کړو.
او موږ د هر هغه چا مننه کوو چې زموږ سره یې نیکي کړې ده او زمونږ مور او پلار د مننې لومړیتوب لري، نو یا الله ته دوی ته بخښنه وکړه، رحم پرې وکړه، او زموږ له طرفه هغوی ته غوره بدله ورکړه،داسې غوره بدله چې د یو زوی لخوا پلار ته ورکول کیږي.
بیا موږ د هغو نامتو علماوو څخه مننه کوو چې د کتاب په بیا کتنه کې یې خپل مبارک نظریات او وړاندیزونه زموږ سره شریک کړي دي لکه: شهزاده دکتور سعود بن سلمان بن محمد آل سعود، د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې مرستیال استاد، او دکتور سهل بن رفاع العتیبي. د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې مرستیال استاد. او همدارنګه استاد دکتور عبد الله بن صالح البراک، چې د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې استاد دی، او دکتور عبد الله بن عبد العزیز العنقري چې د شاه سعود په پوهنتون کې د عقیدې مشارک استاد دی. او له الله تعالی څخه سوال کوو چې د دوی د صادقانه نصیحت او سالم نظر په بدل کې دوی ته زموږ او د علم او علماوو لخوا غوره اجر ورکړي.
و الحمد لله رب العالمین، وصلی الله وسلم و بارک علی خیر خلقه، وعلی آله و صحبه أجمعین.
مکة مکرمة
د ذی الحجې اتمه ورځ
د نبوي هجرت یو زرو څلور سوه او نهه دیرشم کال.
سریزه
بسم الله الرحمن الرحيم
وبه نستعين، ولا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم.
الحمد لله كما ينبغي لجلال وجهه وعظيم سلطانه، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا، أما بعد:
مونږ پدې کتاب کې هغه څه ذکر کوو چې په قرآن او سنت کې راغلي او پر یو مسلمان پرې ایمان راوړل واجب دي، او کله د آیت او حدیث د تشریح لپاره د صحابه کرامو، تابعینو، د تابعینو د پیروانو ځینې اقوال ذکر کوو، او یا له آیت، یا حدیث څخه د مقصد بیانولو په موخه یې راوړو. دا لیکنه موږ کتابونو او بابونو ته ویشلې ده، او د شونتیا تر بریده مو د لنډیز هڅه او د اړینو مسألو په راوړلو بسنه کړې ده، او له هغه اصطلاحاتو څخه چې نه په قرآن او نه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په حدیثو کې راغلي او وروستي خلک پکې ښکیل شوي دي لرې پاتې شوي یو، الله - تعالی - له خپل دین څخه په پیروۍ، او د هغه په رسۍ په منګولو لګولو، او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم په پیروۍ کولو باندې په ټینګار سره فرمایلي دي: {وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون}. (او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وئ، بیا الله ستاسو په زړونو کې الفت پیدا کړ، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو د اور د كندې پر غاړه وئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل آیتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ). آل عمران سورت: ۱۰۳ آیت. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لاَ تَشْعُرُون} پیروي وكړئ د ډیر ښایسته هغه [قران]چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ). الزمر سورت: ۵۵ آیت.
نو د الله په توفیق سره پیل کوو او وایو:
کتاب: د پېدایښت پېل
د کتاب لنډیز
موږ باور لرو چې الله د هر څه پيدا کوونکی دی، او دا چې الله و او له هغه پرته بل هیڅ شی نه و، او له هغه څخه مخکې هیڅ شي شتون نه درلوده، او عرش یې په اوبو باندې و، او هغه د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو مخکې اوبه پیدا کړې، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل پداسې حال کې چې سره یو ځای ول نو دواړه مو سره جلا کړل.
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - دا مخلوق په خپل ربوبیت ګواه ګرځولی؛ هغه ربوبیت چې الوهیت ترې لازمیږي، نو هغه ریښتینی معبود دی، او نور ټول بنده ګان دي، د دې وړتیا نه لري چې عبادت یې وشي، او یا ترې هیله وساتل شي، او یا د - چارو - لپاره موخه وګرځول شي.
او پدې باور لرو چې عزتمن عرش د الله - تعالی - له مخلوقاتو څخه یو لوی مخلوق دی، بلکه تر ټول لوی مخلوق یې دی.
او موږ باور لرو چې ملاېکې د رحمن د عرش شاوخوا کې دي، او دا چې الله تبارک وتعالی د خپل عرش له پاسه دی، د اسمانونو د پاسه دی، او له خپل مخلوق څخه جلا دی.
او موږ باور لرو چې الله هغه قلم پیدا کړی دی چې د ټولو شیانو تقدیر یې لیکلی او دا چې د تقدیر قلمونه له یو څخه زیات دي.
او مونږ باور لرو چې الله کرسۍ پیدا کړې او هغه له عرش نه وروسته تر ټولو لوی مخلوق دی.
او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - آسمانونه او ځمکه او هغه څه یې چې تر منځه دي د الله - تعالی - له ورځو څخه په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي، او دا چې الله آسمانونه بې له ستنو پورته کړي او الله -تعالی- دا لوی مخلوقات د لویو حکمتونو لپاره پیدا کړي دي چې څوک پرې احاطه نه شي کولای، او الله - تعالی - د دې مخلوقاتو پېدایښت او جوړښت په پوره مهارت سره تر سره کړي دي.
او موږ باور لرو چې دا کاینات له آسمانونو، ځمکې، غرونو او هر څه چې په کې دي د دې ټولو سره به یې د قیامت په ورځ حال بل ډول وي.
او موږ باور لرو چې الله لمر او سپوږمۍ په حقه سره پیدا کړي دي او دا چې هغه پاک ذات، دوی لره د خپل امر تابع ګرځولي او ستوري او سیارې یې د لوی حکمت لپاره پيدا کړي دي او دا ستوري او سیارې هیڅ ګټه او یا ضرر نه شی رسولی او په آسماني او ځمکنيو پیښو کې اغیزه نه کوي، او که څوک چې دا باور ولري چې دوی په خپل ځان کې اغیزمن دي، نو هغه کفر یا شرک کړی دی.
او موږ باور لرو چې الله ملاېکې له رڼا څخه پیدا کړي دي، او دوی یې په پيدایښت کې یو له بل سره په توپیر کې پیدا کړي دي.
او موږ باور لرو چې الله؛ جان (یا پيریان) د اور له خالصو لمبو څخه چې دود پکې نه وي پيدا کړی دی، او دا چې د پیریانو پیدا کول د آدم - علیه السلام - له پیدایښت څخه مخکې دي، او دا چې د شیطانانو مشر ابلیس دی، او دا چې ابلیس هغه څوک دی چې زمونږ مور او پلار (آدم او حوا) علیهما السلام یې بې لارې کړي وو تر دې چې له جنت څخه یې راوویستل.
او باور لرو چې ابلیس له سجدې کولو یې سرغړونه وکړه، نو الله پرې غصه شو، له رحمت څخه لیرې کړ، ویې شاړه، او دا چې پیریان په شریعتونو سره مخاطب دي او دوی مکلف دي.
او موږ باور لرو چې الله خپلو پرښتو ته خبر ورکړ چې هغه به په عبادت سره د ځمکې د دوانولو لپاره یو خلیفه وګرځوي او حق ذات څرګنده کړه چې دا خلیفه آدم دی او دا چې هغه به یې له خاورو څخه پیدا کړي، او دا خاوره یې خټه ګرځولې، بیا یې په پړاوونو کې پیدا کړ.
موږ باور لرو چې الله - تعالی- آدم په خپل عزتمند لاس سره پيدا کړی، او خپلې ملایکې یې ورته په سجده کړې، او هغه ته یې د هغه له ځان څخه جوړه ښځه) پيدا کړه تر څو ورسره آرام و اوسیږي، چې هغه حوا ده، او دواړه یې په جنت کې و اوسول، بیا یې دواړه ځمکې ته راکوز کړل.
او موږ باور لرو چې ټول خلک د آدم له اولادې څخه دي او دا چې ادم له خاورې څخه دی، نو له تقوا پرته هیڅوک پر بل غوره والی نه لري.
او ګواهي ورکوو چې الله - تعالی - خلک په فطرت پیدا کړي دي.
او ګواهي ورکوو چې روح د الله له امر(حکم) څخه دی، او دا چې انسانان یې په اړه په هیڅ نه پوهیږي مګر هغه چې الله پرې خبر کړي دي، او روحونه د الله - تعالی مخلوقات دي.
او باور لرو چې روحونه مري، او مرګ یې له بدن څخه جلا کیدل دي.
او باور لرو چې ټول هغه چې د ځمکې پر مخ له خځنده و څخه خوځښت کوي زمونږ په څېر امتونه دي.
او موږ پوهیږو چې الله هر حیوان له اوبو څخه پیدا کړی او له هر شي څخه یې یوه یوه جوړه ګرځولې، او دا چې د دې ټولو مخلوقاتو لوری هلاکت ته دی، پرته له هغه څه چې الله پاک استثنا کړي دي.
باب دی پدې باره کې چې : الله د ټولو شيانو پیدا کوونکی دی
مونږ ګواهي ورګوو چې الله د ټولو شیانو پیدا کوونکی دی، لوی الله فرمایلي دي: {ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الأنعام سورت: 102 آیت]. او حق متعال ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}. (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} (او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي). [الروم سورت: 27 آیت].
او باور لرو چې الله و، پداسې حال کې چې له هغه پرته هیڅ نه و، او له هغه مخکې هیڅ شی نشته، الله تعالی فرمایلي دي: {هُوَ الأَوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم}. (هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (د ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى). [الحديد سورت: 3 آیت].
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «اللَّهُمَّ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ». « یا الله! ته لومړی یې نو ستا نه مخکې هیڅ شی نشته، او ته وروستی یې نو ستا نه وروسته بل شی نشته، او ته لوړ یې؛ نو ستا نه پورته هیڅ شی نشته، او ته باطن یې - په هر څه دې احاطه کړې ده - نو هیڅ شی درڅخه پټ ندي او نه کوم شی تا لره عاجز کولای شي». (مسلم روایت کړی (2713)، ابوداود (5051)، الترمذي (3400) او ابن ماجه (3831).
او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: زه له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وم چې له بني تمیم -څخه- یوه ډله خلک راغلل؛ نو- ورته- یې وفرمایل: « ای د تمیم خلکو زیری قبول کړئ» هغوی وویل: مخکې دې زیری راکړی و، اوس یو څه راکړه، بیا د یمن له خلکو څخه یوه ډله راننوتله نو ورته یې وفرمایل : «زیری قبول کړئ ای د یمن خلکو، ځکه د تمیم خلکو قبول نه کړ» هغوی وویل: مونږ راغلي یو تر څو ځان پر دین پوه کړو، او د دې چارې (کائناتو) د پیل په اړه درڅخه پوښتنه وکړو: چې څنګه و؟ ویې فرمایل: « الله و او له هغه مخکې هیڅ شی نه و، او د هغه عرش پر اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل، او په لوح محفوظ کې یې هر څه ولیکل»، (بخاري روایت کړی (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱). او په بل روایت کې پدې الفاظو: «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ غَيْرَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماءِ». «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري روایت کړی (۳۱۹۱)
او مونږ باور لرو پدې چې هر څه د زمکې د پاسه له حیواناتو څخه چې خوځښت کوي زمونږ په څېر امتونه دي، حق تعالی فرمایلي دی: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُون} (او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوځي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي. [الأنعام سورت: 38 آیت]. او پدې پوهیږو چې الله هر خوځیدونکی له اوبو څخه پیدا کړی دی، سپيڅلي او لوړ ذات فرمایلي: {وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير}. (او الله تعالی په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى) [النور سورت : 45 آیت]. او له هر شي یې جوړه (نر او ښځه )ګرځولي، الله تعالی فرمایي: {وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون}. (او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ) [الذاريات سورت: 49 آیت]. او الله تعالی فرمايلي دي: {وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالأُنثَى} (او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي) [النجم سورت: 45 آیت].
او موږ باور لرو چې دا مخلوقات- د دې تنوع او کثرت سره سره - متوازن دي، او هیڅ یو یې پر بل تیری نه کوي، او نه یو ډول پر بل ډول، متعال رب فرمایلي دي: {وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُون} (او ځمكه؛ مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى). [الحجر سورت: 19 آیت].
او ژر دی چې دا ټول مخلوقات به د فنا لور ته ولاړ شي، الله تعالی فرمايلي دي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي). وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} [الرحمن: 26، 27]. (او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). پرته له هغه څه نه چې الله - تعالی- له بې هوښۍ څخه په خپله دې وینا کې استثنا کړې دي: {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ إِلاَّ مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي،(۱) نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت: 68 آیت].
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - دا مخلوق په خپل ربوبیت ګواه ګرځولی؛ هغه ربوبیت چې د هغه الوهیت ترې لازمیږي، نو کله ناکله د خپلو مخلوقاتو پيدایښت پدې (ربوبیت) دلیل ګرځوي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]. او کله کله حق ذات یادونه کوي چې له مخلوقاتو څخه تر ټولو ستر یې چې - عرش - دی پدې دلالت کوي لکه چې پاک ذات فرمایي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى). [النمل سورت: 26 آیت]، او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «سُبْحَانَ اللهِ عَدَدَ خَلْقِهِ. سُبْحَانَ اللهِ رِضَا نَفْسِهِ. سُبْحَانَ اللهِ زِنَةَ عَرْشِهِ. سُبْحَانَ اللهِ مِدَادَ كَلِمَاتِهِ». «د الله پاکي -بیانوم- د هغه د مخلوقاتو د شمېر په اندازه، د الله پاکي -بیانوم- تر هغه چې هغه پرې رضا شي، د الله پاکي -بیانوم- د هغه د عرش د دروندوالي په اندازه، د الله پاکي -بیانوم- د هغه سیاهۍ(رنګ) په اندازه چې د هغه کلمې پرې لیکل کیږي». (مسلم روایت کړی په (2726) شمېره، او نسائي په (1351/1) ، او ترمذي په (3555) شمېره، او ابن ماجه په (3808) شمېره. نو د عرش دروندوالی تر ټولو دروند وزن دی. او کله ناکله لوی مخلوقات پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د هغه ذات پدې وینا کې راغلي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم}. (همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پيدا كړل چې په ځمكه كې دي، بيا يې د اسمان قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه پر هر شي ښه عالم دى). [البقرة سورت: 29 آیت]. او کله کله هغه یو لدې مخلوقاتو څخه پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د الله تعالی په دې وینا کې دي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُود}. (آیا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له پورته نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې برخې دي، چې رنګونه یې سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي). [فاطر سورت: 27 آیت].
او کله هم خپل تر ټولو کمزوری او کوچنی مخلوق پر هغې دلیل وګرځوي لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً} (بېشكه الله د هېڅ مثال په بيانولو نه شرمېږي، د غوماشي وي، يا كه له ده نه د زيات (شي) وي، نو هر چې هغه خلک دي چې ايمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې يقينًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلک چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟). [البقرة سورت: 26 آیت]. نو هغه ریښتینی خالق دی، له هغه پرته نور ټول مخلوقات دی، برکت والا دی زموږ رب او لوړ دی، هغه پر حقه معبود دی، او له هغه پرته نور ټول بنده ګان دي د عبادت وړ ندي، او نه د دې وړ دي چې تمه ترې ولرل شي، او یا د حاجتونو د پوره کولو لپاره مقصد وګرځول شي.
باب دی د لوی عرش د پيدایښت په اړه
او موږ باور لرو چې عرش د الله -تعالی- له مخلوقاتو څخه یو لوی مخلوق دی، بلکه هغه د الله له ټول مخلوقاتو څخه لوی دی، او کله چې لوی ذات هغه په لوی والي سره یاد کړي، نو هغه به په رښتیا چې لوی وي، هغه پاک ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى). [النمل سورت: 26 آیت]. او هغه عرش لره په (مجید) یعنې د لوی شان او عزت والا په صفت سره یاد کړ، الله عزوجل فرمایلي دي: {ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيد} :خاوند د عرش عزتمند دی. [البروج سورت: 15 آیت]، ابن جریر رحمه الله په خپل تفسیر کې ويلي: قاریانو صاحبانو د (المجید) په لوستلو کې سره اختلاف کړی دی : د مدینې، مکې او بصرې اکثرو قاریانو او ځینو کوفیانو په رفعې (پیش) سره لوستلی پدې معنا چې دا (ذوالعرش) ته راجع دی او دا د الله تعالی صفت دی. او عامو کوفیانو په جر (زیر) سره لوستلی، پدې معنا چې د عرش لپاره صفت دی، او صحیح خبره دا ده چې دا دواړه قراءتونه مشهور دي، نو هر یو یې چې قاري ولوست هغه سم دی. جامع البيان (24/ 346). او هغه د دې لوی والي سره مخلوق او مملوک دی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟). [المؤمنون سورت: 86 آیت]. او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «...وَخَلَقَ عَرْشَهُ عَلَى الماء». «او هغه خپل عرش د اوبو له پاسه پیدا کړی». (ترمذي (3109)، ابن ماجه (182)، طيالسي (1189)، احمد (16188) او ابن ابي عاصم په السنه (625) کې روایت کړی دی. او هغه (عرش) لره پښې یا ستنې دي؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د قيامت په ورځ به خلک بې هوشه کیږي، نو زه به تر ټولو لومړی هغه څوک یم چې په هوش راځي، نو ناڅاپه به زه موسی -علیه السلام- وګورم چې د عرش له پایو څخه به یې یوه نیولي وي" (بخاري په (3398) شمېره، مسلم په (2374) شمېره او ابوداود په (4668) شمېره روایت کړی دی.
او عرش د آسمانونو د پاسه دی، او الله د عرش د پاسه دی، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د - الله تعالی - عرش د آسمانونو له پاسه داسې دی - او هغه په ګوتو سره وویل (اشاره یې وکړه، داسې چې د یو لاس ګوتې یې د بل لاس په ورغوي کېښودې) چې دا پرې لکه د گنبد په څیر- ولاړ دی- او دا (عرش) داسې اواز کوي لکه یو سړی چې کله په سپرلۍ سپور شي او د دروندوالي له امله د پالان اواز وخیږي». ( ابو داود روایت کړی دی (۴۷۲۶)، عثمان بن سعید الدارمي هم پر جهمیانو د ځواب په موخه راوړی دی (۲۴) ، ابن ابی عاصم په السنه کې (۵۸۷) او ابن خزیمه په توحید (۱۴۷) کې روایت کړی دی. او په بل روایت کې: «الله په عرش د پاسه دی، او عرش یې د آسمانونو له پاسه دی». ( ابو داود په (۴۷۲۶) شمېره روایت کړی دی ، عثمان بن سعید الدارمي هم پر جهمیانو د ځواب په موخه راوړی دی (۲۴) ، ابن ابی عاصم په السنة کې(۵۸۸) او ابن خزیمه په توحید (۱۴۷) کې روایت کړی دی.
او موږ باور لرو چې د عرش لاندې الهي خزانې دي چې له الله پرته یې بل څوک د اندازه کولو وړتیا نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د البقرې سورت دا وروستي آيتونه ماته د عرش د لاندې له خزانې څخه راکړل شوي دي، چې زما څخه وړاندې هيڅ پيغمبر ته نه وو ورکړل شوي". (مسلم (۵۲۲) د استشهاد له محل نه پرته روایت کړی، او الطیالسي (۴۱۸)، ابن ابي شیبه په المصنف کې (۳۲۳۰۶)، او أحمد (۲۳۲۵۱) او لفظ د همده دی، او نورو روایت کړی)
او د ابو ذر -رضي الله عنه- په حدیث کې راغلي فرمایي: چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: زما دوست، ما ته د اوو کړنو امر کړی، له هغوی څخه یې د ځینو یادونه وکړه: «راته یې امر کړی چې: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ زیات ووایم، ځکه دا -کلمې- د عرش لاندې له ګنج څخه دي». (بزار په (3966) شمېره، ابن ابي شیبه په المصنف کې په (35491) شمېره، هناد په الزھد کې په (1013) شمېره، احمد په مسند په (21415) شمیره روایت کړی او دا لفظ د همده دی، او په الزهد کې په (401) شمېرې سره روایت شوی دی).
او مونږ پدې باور لرو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - به د قیامت په ورځ د عرش لاندې سجده کوي تر دې چې لوی شفاعت وکړي، د شفاعت په اوږود حدیث کې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «بیا به روان شم تر دې چې د عرش لاندې ځای ته راشم، نو خپل رب ته به په سجده پریوځم، بیا به الله - تعالی - د حمد او ثنا ویلو داسې توفیق راکړې چې هیچاته به یې زما څخه مخکې نه وي ورکړی، بیا به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، سوال وکړه تا ته به درکول شي، شفاعت وکړه، ستا شفاعت به ومنل شي، نو بیا به خپل سر پورته کړم، نو وبه وایم: ای ربه امت مې، ای ربه امت مې،...». (بخاري (۴۷۱۲)، مسلم (۱۹۴)، ترمذي (۲۴۳۴) او ابن ماجه (۳۳۰۷) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو پر دې چې د شهیدانو روحونه به په هغو څراغونو کې ځای پر ځای شي چې د عرش په سیوري کې ځړول کیږي، پدې اړه له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «کله چې ستاسو وروڼه په أحد کې ووژل شول نو د دوی روحونه الله - تعالی - د شنو مرغیو په ګېډو کې وګرځول، چې د جنت په ویالو به ګرځي، له میوو څخه به یې خوري، او بیا به د عرش تر سیوري لاندې له سرو زرو جوړو څراغونو کې ځای پر ځای شي...». (ابوداود په (2520) شمېره، ابن المبارک په جهاد کې په (62) شمېره، ابن ابي شیبه په (19678) شمېره او احمد په (2388) شمېره روایت کړی دی.
ابن المبارک ته وويل شول: څنګه خپل رب وپېژنو؟ هغه وفرمایل: هغه د اووم اسمان دپاسه په عرش باندې دی، هغه له خپل مخلوق څخه جلا دی. ( الرد علی الجهمیة، د الدارمي ۴۷ مخ، الاسماء والصفات د البیهقي (2/336)، الفتوی الحمویة الکبری ۳۳۳ مخ، شرح الطحاویة - دار السلام چاپ ۲۱۹ مخ.
امام الدارمي رحمه الله فرمایلي دي: الله تبارک وتعالی د عرش له پاسه دی، د آسمانونو له پاسه دی، له خپلو مخلوقاتو څخه یې جلا دی، که څوک یې پدې (صفتونو) سره نه پیژني نو خپل هغه معبود یې ندی پیژندلی چې عبادت یې کوي، او پوهه یې د عرش د پاسه ټولو لرې او نږدې (مخلوقاتو) ته یو برابره ده او هیڅ شی له هغه څخه لرې ندی؛ (له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې) [سبأ سورت: 3 آیت] پاک او لوړ دی هغه ذات - له هغه څه نه چې له صفتونو څخه انکار کوونکي یې پرې یادوي - په ډیر لوی لوړوالي سره. (الرد على الجهمية (47 مخ).
او موږ باور لرو چې عرش ملاېکو بار کړی دی، الله تعالی فرمايلي دي: {الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيم} (له ملايكو څخه) (هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) شاوخوا دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته). [غافر سورت: 7 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَة}. (او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي) [الحاقة سورت: 17 آیت].
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د عرش د پورته کوونکو (پرېښتو) له ځینو صفتونو څخه خبر ورکړی دی نو فرمایلي یې دي: "ما ته اجازه راکړل شوه چې د الله تعالی له پرښتو څخه د یوې په اړه بیان وینا وکړم چې عرش پورته کوي، د هغې د غوږ د پوڅکۍ (نرمۍ) څخه تر اوږې پورې د اووه سوه کلونو په اندازه مزل دی. (أبو داود په (4727) شمېره، او طبراني په الأوسط کې په (1709) شمېره، او أبو الشيخ په العظمة کې په (476)شمېره، او ابن شاهين په الفوائد کې په (19) شمېره روایت کړی دی.
او موږ باور لرو چې پرښتې به د رحمن د عرش ګیر چاپیره وي ، هغه حق ذات فرمایلي دي: {وَتَرَى الْمَلاَئِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِين}. (او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلکو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) [الزمر سورت : 75 آیت].
او عرش له یاد شوي کتاب سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وینا کې: «کله چې الله د مخلوقاتو پريکړه وکړه نو په خپل کتاب کې یې ولیکل، او هغه کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی، زما رحمت زما په غضب غالب شوی دی». (بخاري په (3194) شمېره، او مسلم په (2751) شمېره، او ترمذي په (3543) شمېره، او ابن ماجه په (189، 4295) شمېره روایت کړی دی) دوی دواړه تر ټولو پورته مخلوقات دي، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «... نو کله مو چې د الله نه سوال کاوه نو د فردوس سوال ترې وکړئ، ځکه هغه منځنی جنت دی، تر ټول پورته جنت دی، له پاسه یې د رحمان ذات عرش دی، او له هغه څخه د جنت ویالې رابهېدلي دي». (بخاري په (7423) شمېره روایت کړی دی).
او مونږ باور لرو چې الله په خپل عرش باندې استوا کړې ده، داسې استوا چې د هغه د شان سره ښایي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه شو). [الأعراف سورت: 54 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا}. (هغه (الله) چې اسمانونه او زمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برابر شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده خبردارنه وغوړه) [الفرقان سورت: 59 آیت].
او له ربیعة الرأی څخه د الله تعالی د دې وینا {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} [طه سورت: 5 آیت]: په اړه پوښتنه وشوه چې : څرنګه یې استوا کړې ده؟ و یې فرمایل: «کیفیت یې معلوم ندی، او استوا د عقل خلاف نده، او پر ما او تاسو په ټولو ایمان پرې واجب دی ». (الیهقی په اسماء او صفتونو کې په (۲/۳۰۶) شمېره روایت کړي، او د اهل سنت والجماعت د عقایدو د اصولو شرحه (۳/۵۸۲)).
او یو سړی مالک بن أنس ته راغی او ورته یې وویل: ای أبو عبد الله {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} یعې رحمان ذات په عرش استوا کړې ، نو څنګه یې استوا کړې؟ (راوي) وايي: مونږ هیڅکله امام مالک نه و لیدلی چې دومره دې کله تکلیف شوی وي لکه څومره چې د دې وینا په اوریدلو تکلیف شو، او خولې پرې راماتې شوې، او سر یې وخوځاوه، او مونږ انتظار شو چې په اړه به یې په څه امر کوي، وایې: بیا خپل حالت ته راوګرځیده، نو ویې فرمایل: «کیفیت معقول ندی، او د الله تعالی لخوا نه استوا مجهول شی ندی، او ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دي، او زه لدې ویریږم چې ته دې ګمراه یي، بیا یې پرې امر وکړ او له مجلس څخه وویستل شو». (الرد على الجهمية، د الدارمي ( 66 مخ)، او شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/441) شمېره حدیث، او حلية الأولياء وطبقات الأصفياء (6/325) شمېره حدیث،او الاعتقاد، د البيهقي ( 116 مخ)، او شرح السنة، د البغوي (1/171). او الأسماء والصفات،د البيهقي (2/306).
او امام احمد رحمه الله به د استواء د معنی په اړه وییل: دا لوړوالي او ارتفاع ته وایي، او الله تعالی د خپل عرش له پیدا کولو مخکې هم لوړ او پورته و، نو هغه له هر څه نه پورته او د هر څه د پاسه دی، او الله تعالی په ځانګړې توګه د عرش یادونه لدې امله وکړه چې په عرش کې د نورو شیانو پر خلاف ځانګړې معنا پرته ده، او عرش د ټولو شیانو غوره او پورته یې دی، نو الله تعالی خپل ځان وستایه چې هغه د عرش د پاسه دی؛ یعنی پر هغه پورته دی... له عبدالرحمن بن مهدي څخه روایت دی چې هغه له مالک څخه روایت کوي فرمایي: «الله تعالی په خپل عزتمند عرش مستوي دی لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی، او علم یې په هر ځای کې دی». (العقيدة ؛ د أبو بكر الخلال په روایت ( 108 مخ)
او عرش لره د الله تعالی ملکیت پر دې دلیل دی چې هغه پرته له بل هر چا څخه د عبادت وړ دی، الله تعالی فرمایلي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى) [المؤمنون سورت: 86 آیت]، او الله رب العزت فرمایلي: {قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلا} (ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى يې وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لار لټولې وى). [د الإسراء سورت: 42 آیت].
باب دی د اوبو د پېدایښت په اړه
او موږ باور لرو چې الله -جل جلاله- د ځمکې او اسمانونو له پیدا کولو مخکې اوبه پیدا کړې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "الله و پداسې حال کې چې له هغه وړاندې هیڅ شي شتون نه درلوده، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل". (مسلم (2713)، ابوداود (5051)، الترمذي (3400) او ابن ماجه (3831) روایت کړی دی. او الله - تعالی - هر شی له اوبو څخه ژوندی وګرځاوه، الله پاک فرمایلی دي: {وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ}. (او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى) [الأنبياء سورت: 30 آیت]، او دا چې الله دا د خپل ربوبیت او الوهیت نخښه ګرځولې ده، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُون}. (هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ). [البقرة سورت: 22 آیت].
او الله رب العزت فرمايلي: {وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون} (او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلکو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي). [الرعد سورت: 4 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا * (او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى). وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا}. (او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى) [الفرقان سورت: 53، 54 آیتونه]؛ نو له اوبو څخه يې دوه بېلابېل بحرونه جوړ كړل او د هغو په منځ كې يې مانع او پرده وګرځوله، نو يو پر بل نه ور اوړي، همدا رنګه یې له اوبو څخه انسانان جوړ كړل، او د انسانانو څخه یې نسب او خسرګنۍ رامنځ ته کړه، نو د برکت والا دی الله؛ هغه ذات چې غوره پيدا کوونکی دی. او د دې آیت په څېر نور مثالونه ډیر دي.
همدا رنګه یې اوبه په بیا راژوندي کېدو دلیل ګرځولی: الله تعالی فرمایلي: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (او د هغه له نخښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو(نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى). [فصلت سورت: 39 آیت].
او - اوبه - یې د خپلو لښکرو څخه یو لښکر ګرځولي، نو د خپلو دوستانو مرسته یې پرې کړې، الله رب العزت فرمایلي: {إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَام} (كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن (او اطمينان) لپاره، او پر تاسو باندې يې له بره نه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي). [الأنفال سورت: 11آیت]، او خپل دښمنان یې پرې ذلیله کړي دي، الولي الحمید ذات فرمایلي دي: {فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِر * (نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله). فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاء بِمَاء مُّنْهَمِر* (نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې). وَفَجَّرْنَا الأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاء عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِر} (او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و) [القمر سورت: 10-12آیتونه]، او داسې نور حالتونه چې الله تعالی پکې اوبه د خپلو دوستانو د ملاتړ او یا د هغوی د دښمنانو د ذلت او رسوایۍ لامل ګرځولې دي.
باب دی د قلم د پیدایښت په باره کې
او مونږ باور لرو چې الله -تعالی- هغه قلم پیدا کړی چې تقدیر یې لیکلی، پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «په حقیقت کې، لومړی شی چې الله پاک پیدا کړ قلم دی، هغه ته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: ربه، زه څه ولیکم؟ هغه وفرمایل: د هر شي چې تر قیامته پورې دی د هغې مقدار او اندارې ولیکه». (ابوداود (4700)، ترمذي (2155، 3319)، طيالسي (578)، احمد (22705، 22707) او ابن ابي عاصم په سنن کې په(115) شمیره روایت کړی دی).
او موږ باور لرو چې قلمونه څو (زیات) دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د اسراء او معراج په اړه خبر ورکاوه نو ویې فرمایل: "بیا زه پورته کړی شوم تر څو یوې درجې ته ورسیدم؛ هلته ما د قلمونو - د لیک - کشاری اوریده ". (بخاري (349)، او مسلم (163) روایت کړی دی.)
په قرآن او سنتو کې د ملائکو لخوا د عملونو د لیکلو خبر بار بار راغلی دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِين * (په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي) كِرَامًا كَاتِبِين * (چې عزتمن لیكونكي دي) يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُون} (دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ) [الانفطارسورت : 10 -12 آیتونه].
او الله - تعالی فرمایلي: {إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيد * ((یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي) {مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيد} [(دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى]. [ق سورت: 17، 18 آیتونه].
او الله تعالی فرمایلي: {وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُون}. (او كله چې مونږ په خلکو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په آیتونو كې مكرونه (او سازشونه) شروع كړي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو تېز دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو كوم مكر كوئ). [يونس سورت: 21 آیت]
او الله - تعالی - فرمایلي: {أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لاَ نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُون}. (آیا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه). [الزخرف سورت: 80 آیت].
او په «صحیح البخاري» کې راځي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "په تاسو کې هیڅ یو نشته، او هیڅ یو ساکښ نشته مګر دا چې د هغه ځای له جنت او یا دوزخ څخه ټاکل شوی دی، مګر دا چې -تقدیر- یې لیکل شوی چې بدمرغه به وي که نیکمرغه". بخاري (۴۹۴۸)، مسلم (۲۶۴۷)، ابو داود (۴۶۹۴)، ترمذي (۲۱۳۶، ۳۳۴۴) او ابن ماجه (۷۸) روایت کړی دی.
همدارنګه فرمایلي یې دي: « کله چې یو څوک تاسو نه ښه مسلمان شو، نو هره نیکي چې کوي لس چنده - ثواب - ورته لیکل کیږي، تر اووه سوه چنده پورې، او هره بدي چې کوي یو چند ورته لیکل کیږي ». (بخاري (42، 7501)، مسلم (128، 129، 130) او ترمذي (3073).)
باب دی د کرسۍ د پيداېښت په باره کې
موږ باور لرو چې کرسۍ له عرش څخه وروسته تر ټولو لوی مخلوق دی، الله تعالی د دې د عظمت د بیانولو په اړه فرمایلي: {وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ}. ( پراخه دی هغه د دوو قدمونو ځای د الله تعالی د اسمانونو او د ځمکې څخه). [البقرة سورت: 255 آیت].
څوکۍ د عرش په مخ کې ده او هغه د دواړ قدمونو ځای دی. ابن عباس -رضی الله عنهما- د دې آيت په تفسير کې ويلي دي: "کرسۍ د پښو ځای دی، او د عرش اندازه هیڅوک نه شي کولی ". (دارقطني په صفاتو کې مرفوع او موقوف ذکر کړی(۳۶) او عثمان بن سعید الدارمي په بشر المریسی باندې د رد په موخه ذکر کړی (۸۴، ۸۹) . او عبدالله بن احمد په السنة کې روایت کړی (586)، او ابن خزیمه په "توحید" (154) کې، او ابو الشیخ په "العظمة" کې (216، 217). او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "د کرسۍ په مقابل کې اوه اسمانونه بل څه نه دي مګر په لویه صحرا کې د یوې غورځول شوې حلقې (کړۍ) په څیر، او د عرش غوره والی په کرسۍ باندې داسې ده لکه څومره چې هغه صحرا په هغې حلقې (کړۍ) باندې غوره والی لري". (ابن حبان (۳۶۱)، او په (المجروحین) کې (۳/۱۳۰)، طبرانی په الکبیر کې (۱۶۵۱) ، او په المکارم کې (۱)، الآجری په الأربعین کې (۴۰) روایت کړی دی. او ابو الشیخ په العظمه کې (۲۵۹ مخ)، او ابو نعیم په الحلیة کې (۱) / ۱۸ او ۱۶۶ – ۱۶۸، البیهقي په الأسماء کې (۵۱۰ – ۵۱۱ مخونه)، او په الشعب کې (۴۳۲۵ او ۷۶۶۸ مخ)، او ابن عبدالبر په التمهيد کې (9/199) ، چې هغه یو اوږد حدیث دی، او دلته زموږ دا حدیث د همغه له جملې څخه دی، او نوموړی حديث ډېر طرق لري، خو ضعيفه دي نه صحیح کیږي، او عقيلي ځینې دغه طرق ذکر کړي دي او د هغو ضعف ته یې اشاره کړې ده،او ابن عدي هم ذکر کړي دي او ويلي يې دي: دا حديث لدې لارې منکر دی کوم چې له ابن جريج، له عطاء له عبید بن عمیر له ابو ذر څخه روایت شوی. او دا حدیث د ابوذر په روایت د ابو ادریس خولانی او القاسم بن محمد څخه او دریم د ابن جریج له حدیث څخه پرته بله لاره نه لری، او دا یې له ټولو منکرترین روایت دی» خو دا حدیث مشهور دی او لده پرته بل چا د کرسۍ په اړه مرفوع ندی روایت کړی، نو سره لدې چې ضعیف او منکر دی مونږ بیا هم راوړ).
همدا رنګه بیهقي هم له عباس بن محمد څخه روایت کړی دی فرمایي: ما له ابو عبید څخه اوریدلي چې ویل یې: «دا حدیثونه چې پکې وایې: زمونږ رب د خپلو بنده ګانو د مایوسۍ نه او په نږدې وخت کې د هغوی حال ته بدلولو ته وخندل، او جهنم تر هغه پورې نه ډکیږي تر څو چې هغه - ذات - خپل قدم پکې کینږدي، او کرسۍ د دواړو قدمونو - د ايښودلو - ځای دی ، او دا حدیثونه د روایت له مخې زمونږ په اند حق دي، چې ځینو له ځینو نورو څخه روایت کړي دي، مګر که چیرته یې زمونږ څخه د تفسیر په اړه پوښتنه وشي مونږ یې نه تفسیر کوو، او مونږ هیڅوک داسې ندي لاندې کړي چې هغوی دې یې تفسیر کړی وي. (الأسماء والصفات، بیهقی (۲/۱۹۸).
باب دی د آسمانونو او ځمکې د پيدايښت په باره کې
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - آسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي د الله له ورځو څخه په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي او هیڅ ستړیا او ستوماني ورته نده رسیدلې، الله تعالی فرماېلي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوب}. (او یقینًا یقینًا مونږ آسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې). [ق سورت: 38 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا} (آیا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا آسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل) [الأنبياء سورت: 30 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِين * ( ته (دوى ته) ووایه: آیا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى) وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِين * (او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچاوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر دي). ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِين * (بیا يې د آسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښۍ سره (فرمان منونكي) راځو). فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} . (نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه آسمانونه جوړ كړل او په هر آسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي). [فصلت سورت: 9-12 آیتونه].
او الله تعالی فرمایلي: {أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاء بَنَاهَا * (آیا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه آسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى) رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا * (د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى) وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا * (او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده) وَالأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا * (او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده) أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءهَا وَمَرْعَاهَا * (ده له دغې (ځمكې) نه یې د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي). وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا * (او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي) مَتَاعًا لَّكُمْ وَلأَنْعَامِكُم} (ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره) [النازعات سورت: 27-33 آیتونه].
او موږ باور لرو چې الله تعالی آسمانونه پرته له ستنو پورته کړي دي، هغه حق ذات فرمایلي دي: {اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الأَمْرَ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاء رَبِّكُمْ تُوقِنُون} (الله هغه ذات دى چې آسمانونه يې اوچت كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې بره شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب پر ملاقات یقین وكړئ) [الرعد سورت: 2 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيم} (هغه، آسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې یې هر قسمه خځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړي) [لقمان سورت: 10آیت].
او موږ باور لرو چې الله تعالی آسمانونه او ځمکه نیسي چې زایل نه شي، الله تعالی فرماېلي: {إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ أَن تَزُولاَ وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا}. (بېشكه چې الله آسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي، بېشكه هغه (الله) دى، ښه صبر ناک، ډېر بخښونكى) [فاطر سورت: 41 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې هغه پاک ذات آسمان ساتي لدې نه چې په ځمکه راولویږي مګر د هغه په حکم سره، الله تعالی فرمایلي: {وَيُمْسِكُ السَّمَاء أَن تَقَعَ عَلَى الأَرْضِ إِلاَّ بِإِذْنِهِ} (او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره) [الحج سورت: 65 آیت].
او موږ باور لرو چې الله تعالی د دې مخلوقاتو چارې اداره کوي او ساتنه یې کوي او دا هغه لره نه ستړی کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيم} (پراخه ده کرسۍ د هغه د اسمانونو او د ځمکې نه او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى). [البقرة سورت: 255 آیت].
او مونږ باور لرو چې الله دا لوی مخلوقات د لویو حکمتونو لپاره پيدا کړي دي چې هغې باندې احاطه نشې کیدلای، او الله تعالی د دې پيدایښت او جوړښت په ډیره زیرکتیا سره کړی دی، الله تعالی فرمایلی: {وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُون}. (او ته به غرونه وینې، ته به په دوى د كلكو ولاړو ګومان كوې، حال دا چې دوى به د ورېځې د تېرېدلو په شان تېرېږي، (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ). [النمل سورت: 88 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاَعِبِين} (او مونږ آسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو). [الدخان سورت: 38 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُون * (او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى) وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِين * (او مونږ ستاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ). وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُوم} (او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره) [الحجر سورت: 19-21 آیتونه].
الله تعالی د ځمکې او آسمانونو په پیدا کولو سره په خپل ربوبیت استدلال وکړ، هغه ربوبیت چې الوهیت ترې لازمیږي، نو هغه لوړ ذات وفرمایل: {أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُون}. (بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې آسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او ستاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، ستاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، آیا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي). [النمل سورت: 60 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون} . (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې آسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو کوم طرف ته دوی واړولای شو د حق نه؟) [العنكبوت سورت: 61 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُون}. (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له آسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري). [العنكبوت سورت: 63 آیت].
او موږ باور لرو چې الله تعالی ځمکه د ازمایښت ځای ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي خَلَق السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً}. (او دى هماغه ذات دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى). [هود سورت: 7 آیت]، او همدارنګه یې ځای د آرام، ژوند او راجمع کولو ګرځولې، الله تعالی فرمايي: {مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى} (له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یاست او په همدې كې به مونږ تاسو ننباسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو) [طه سورت: 55 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {أَلَمْ نَجْعَلِ الأَرْضَ كِفَاتًا * (آیا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې) أَحْيَاء وَأَمْوَاتًا}. (ژوندو لره او مړو لره). [المرسلات سورت: 25، 26 آیتونه].
او موږ باور لرو چې دا ستر کائنات د الله رب العالمین ستاینه کوي، الله تعالی فرمايلي: {تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا}. (خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اوه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو پر تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى). [الإسراء سورت: 44 آیت]، او د هغه د عظمت تابع دي الله تعالی فرمایلي: {ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِين} (بیا يې د آسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښې سره (فرمان منونكي) راځو). [فصلت سورت: 11آیت].
او دا کاینات سره لړزېږي لدې وېرې چې بنده ګان د رب العالمین په وړاندې سرغړونه ونه کړې، رب العالمین فرمایي: {تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ الأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا * (نژدې دي چې آسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې). أَن دَعَوْا لِلرَّحْمَنِ وَلَدًا} (په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله) [مريم سورت: 90، 91 آیتونه].
باب دی د لمر اوسپوږمۍ د پيدایښت په اړه
او موږ باور لرو چې الله لمر او سپوږمۍ پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُون} (او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي) [الأنبياء سورت: 33 آیت].
او موږ باور لرو چې لمر او سپوږمۍ ګرځي، لکه څرنګه چې الله تعالی مونږ ته په خپلې دې وینا کې فرمایلي دي: {وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم * (او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي) وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيم * (او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچه لښته) لاَ الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلاَ اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُون} 36-40 (لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي). [يس سورت: 38-40 آیتونه]، نو لوړ دی شان د هغه ذات چې تر ټولو ښایسته پیدا کوونکی دی.
په خپلو بندګانو د هغه له رحمت څخه یو دا دی چې هغه (دواړه) یې د خپل امر تابع ګرځولې. د بندګانو د ګټو د تحقق لپاره، الله تعالی فرمايلي: {وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَار} (او ستاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او ستاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي) [إبراهيم سورت: 33 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ} (لمر، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي)، [الأعراف سورت: 54 آیت].
الله تعالی لمر او سپوږمۍ د لویو حکمتونو لپاره پیدا کړي دي چې په هغې احاطه ناشونې ده، د هغه حکمتونو له جملې نه یې ځینې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي چې فرمایي: {فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} (د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوهه ذات اندازه كول دي) [الأنعام سورت: 96 آیت]. ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلي دي: {وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا} [الأنعام سورت: 96 آیت]، (یعنې د ورځو، میاشتو او کلونو شمېر). (تفسير الطبري (11/ 558)). همدارنګه الله تعالی د لمر او سپوږمۍ د پیدایښت د ځېنو حکمتونو په اړه فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُون}. (هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه آیتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي) [يونس سورت: 5 آیت].
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - (لمر او سپوږمۍ) له خپلو لویو نخښو څخه ګرځولې چې د هغه په ربوبيت دلالت کوي، هغه ربوبیت چې د هغه الوهیت ورڅخه لازمیږي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون} (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې آسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟). [العنكبوت سورت: 61 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لاَ تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلاَ لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُون}. (او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نخښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ). [فصلت سورت: 37 آیت]. او په صحیح کې؛ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ الشَّمْسَ وَالقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلَا لِحَيَاتِهِ، وَلَكِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يُخَوِّفُ بِهَا عِبَادَه». «لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له نښانو څخه دوه نښې دي، د چا د مرګ له امله پرې کسوف (لمر او سپوږمۍ نیونه) نه راځي او نه د چا د ژوند له امله، مګر الله تعالی پدې دواړو سره خپل بنده ګان ویروي». (بخاري (1048) او النسائي (1459) .
او موږ باور لرو چې لمر او سپوږمۍ الله - رب العالمین - ته سجده کوي، لکه څنګه چې نور مخلوقات سجده کوي، الله -تعالی- فرمایلي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاء}. (آیا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلکو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي) [الحج سورت: 18 آیت].
او موږ ایمان لرو چې لمر هره ورځ د عرش لاندې سجده کوي، لکه څنګه چې ریښتیني او تصدیق شوي پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - پدې خبر ورکړی. له أبو ذر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل کله چې لمر ډوب شو: «آیا پوهیږې چې دا چیرته ځي؟"ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وفرمایل: " هغه ځي تر دې چې د عرش لاندې سجده وکړي، نو اجازه وغواړي، او اجازه ورته ورکړل شي، او نږدې ده چې - یوه ورځ - سجده وکړي، او ورڅخه قبوله نه شي، او اجازه وغواړي، نو اجازه ورنکړل شي، - بلکه - ورته وویل شي: هغه ځای ته بیرته وګرځه چې ورڅخه راغلی یې، نو د لویدیځ له لورې به راوخیژي، دا د الله -تعالی- هغه قول دی چې فرمایي: {وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} [يس: 38]».او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي». (بخاري (3199)، مسلم (159)، ابوداود (4002) او ترمذي (2186، 3227). روایت کړی دی.
باب دی د ستورو د پیدایښت په اړه
او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- ستوري او سیارې د لویو حکمتونو له مخې پیدا کړي دي، چې له ځینو څخه یې الله رب العزت په دې قول کې یادونه کړې. {وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُون} او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي. [النحل سورت: 16 آیت]، قتاده رحمه الله فرمایي: العلامات: «ستوري دي، او الله - تعالی - دا ستوري د دریو کارونو لپاره پیدا کړي دي: د آسمان لپاره یې زینت ګرځولي، او د لار موندنې لپاره یې لارښود ګرځولي، او شیطانان پرې ویشتل کیږي، نو چا چې لدې پرته د نورو موخو لپاره پرې ځان بوخت کړ نو خپل دریځ یې ورک کړ، او خپله برخه یې خطا کړه، او خپله برخه یې ورکه کړه. او په هغه څه یې ځان بوخت کړ چې نه پرې پوهیږي». (تفسير الطبري (17/ 185).)
او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: د ماښام لمونځ مو له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وکړ، بیا مو وویل: که چیرته کینو تر څو ورسره ماخوستن لمونځ وکړو. وایي: نو کېناستو، - تر دې چې- پر مونږ راووت، او ویې فرمایل: آیا تر اوسه همدلته یاست؟ مونږ وویل: ای د الله رسوله، د ماښام لمونځ مو تا سره وکړ، بیا مو وویل: کينو تر څو درسره د ماخوستن لمونځ هم وکړو، ویې فرمایل: "ښه مو وکړل، یا سم کار مو وکړ" وایې : آسمان ته یې سر پورته کړ، او ډیری وخت به یې سر آسمان ته پورته کاوه، نو ویې فرمایل: "آسمان په ستورو باندې خوندی دی، نو کله چې ستوري له منځه لاړ شي، آسمان ته هغه څه راځي چې وعده یې شوې ده - چې هغه چاودیدل - دي ، او زما ملګري په ما خوندي دي، نو کله چې زه لاړم زما ملګرو ته به هغه څه راشي چې وعده یې کړی شوې ده - یعنې فتنې او جنګونه - او زما امت زما په صحابه و خوندي دی، نو کله چې زما صحابه لاړل، زما امت ته به هغه څه راشي چې وعده یې ورسره کړی شوې ده . - یعنې فتنې، جنګونه، د بانډچیانو مرتد کېدل، د زړونو مخالفتونه او داسې نور..-». ( مسلم روایت کړی دی (2531)).
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ} (او یقینًا یقینًا مونږ دا تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (ستورو) سره ښايسته كړى دى او مونږ دغه (ډېوې، یعنې ستوري) د شیطانانو د وېشتلو لپاره ذریعې جوړې كړې دي). [الملك سورت: 5 آیت].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - له صحابه کرامو څخه یو انصاري صحابي خبر راکړ، چې هغوی یوه شپه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو چې یو ستوری وویشتل شو نو رڼا یې وکړه، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دوی ته وویل: "په جاهلیت کې به مو څه وییل، کله به چې داسې شی وغورځول شو؟" هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، مونږ به وییل: نن شپه یو لوی انسان پيدا شو، او لوی انسان مړ شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "دا د هیچا په مرګ یا ژوند کې نه غورځول کیږي، مګر زمونږ رب - تبارک وتعالی اسمه - کله چې د یو کار فیصله وکړي؛ عرش باروونکي ملاېکې تسبیح ووایي، بیا هغوی ته نږدې د اسمان خلک تسبیح ووایي، تر دې چې تسبیح د دنیا د آسمان خلکو ته ورسیږي، بیا یې وویل: بیا هغه ملاېکې چې عرش باروونکو ملاېکو ته نږدې دي ورته ووایي چې: ستاسو رب څه وویل؟ نو په هغه څه یې خبر کړي چې ویلي یي وي». وایي: نو د آسمان خلک ځینې له ځینو نورو څخه پوښتنې وکړي، تر دې چې خبر د دنیا آسمان ته راورسیږي، نو پيریان یې په غلا سره واوري، بیا یې د خپلو بادارانو غوږونو ته ورسوي، نو پدې - ستورو - سره ویشتل کیږي، نو په کوم څه یې چې په حقیقت سره راتګ وکړ نو هغه رښتیا دي، خو هغوی ورسره دروغ ګډ کړي او زیادت پکې راولي». (مسلم روایت کړی (2229)).
او شیطانانو به په غلا سره اوریدل کول، خو کله چې زمونږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو، بیا د اوریدلو لپاره له ناستې نه منعه شول، الله رب العزت د هغوی له حال نه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَن يَسْتَمِعِ الآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَّصَدًا} (او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي). [الجن سورت: 9 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِب * (بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي. وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِد * او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى. لاَ يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلإِ الأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِب * دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي. دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِب * د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى. إِلاَّ مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِب} غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې). [الصافات سورت: 6-10 آيتونه].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: «پيریان به آسمان ته ختل او وحې به یې اوریدله، نو کله به یې چې یوه کلمه واوریده، نهه به یې ورسره زیاتې کړې، هغه یوه کلمه به حق وه، او هغه څه به چې دوی اضافه کړې وې هغه به باطل و، نو کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو - دوی- له ناستې نه منع شول، نو ابلیس ته یې پدې اړه یادونه وکړه، پداسې حال کې چې لدې وړاندې په ستورو ویشتل نه کېدل، نو ابلیس دوی ته وویل: خامخا دا د کوم کار له امله کیږي چې په ځمکه کې شوی دی، نو خپل عسکر یې ولیږل، - هغوی - رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پداسې حال کې وموند چې د دوو غرونو تر منځه یې لمونځ کاوه - فکر کوم - په مکه کې، نو بیا دوی له ابلیس سره مخ شول، او خبر یې کړ، هغه وویل: دا هغه پېښه ده چې په ځمکه کې شوې ده». (ترمذي (3324)، أحمد (2482)، نسائي په كبرى کې (11562)، او أبو يعلى (2502)) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې ستوري او سیارې نه ګټه رسولای شي او نه زیان رسولای شي او نه د اسمان او ځمکې په پیښو کې اغیزه کوي او څوک چې دا عقیده لري چې دوی پخپله موثر دي هغه کفر یا شرک کړی دی. له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په وخت کې په خلکو باران وشو، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ځینو خلکو سهار کړو پداسې حال کې چې شکر ویستونکي وو او ځینې له دوی نه کافر وو» هغوی - شکر ویستونکو- وویل: دا د الله رحمت دی، او ځینو نورو وویل: یقینا فلانی او فلانی ستوری حق و - یعنې د فلاني او فلاني ستوري په ښکاره کېدو سره پر مونږ باران وشو - وایې: نو دا آیت نازل شو:{فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} (نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم) [الواقعه سورت: 75 آیت] تر دې چې دې ځای ته ورسیده . {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة سورت: 82 آیت]». (او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). ( مسلم روایت کړی دی (73).
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "هغه څه چې زه پرې په اخره زمانه کې زیات په خپل امت ویریږم هغه په ستورو ایمان لرل، په تقدیر کافریدل او -په رعیت- د پادشاه ظلم دی». (رویاني (۱۲۴۵) او طبرانی په الکبیر (۸۱۱۳) کې روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په ستورو کې - د زده کړې په موخه - له لیدلو څخه منع فرمایلي ده ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "څوک چې د نجومي علم څخه څه زده کړي، هغه د جادو یوه برخه زده کړې ده، څومره یې چې زده کړه زیاتیږي همغومره یې د سحر د زده کړې کچه هم ورسره زیاتیږي" (ابوداود (3905)، ابن ماجه (3726)، ابن ابي شیبه (26159)، احمد (2000) او عبد بن حمید (714) روایت کړی دی.
نو د نجومي علم زده کول روا نه دي مګر په هغه اندازه چې په وچه او لمده کې پرې لار موندل کیږي، ځکه چې د دې علم زده کړه کوډګرۍ ته لاره هواروي. له سعید بن جبیر څخه روایت دی وایي: عبد الله بن عباس ته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای أبو عباسه! ماته وصیت وکړه، نو هغه ورته وویل: د الله په تقوی درته وصیت کوم، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو پسې له خبرو کولو ځان وژغوره، ځکه ته نه پوهیږې چې هغوی ته څومره فضیلت ورکړل شوی دی، او له نجومي کړنو ځان وساته مګر هغه چې په وچه او دریاب کې پرې لار موندل کیږي، ځکه هغه جادوګرۍ ته بلنه ورکوي. او د هغه خلکو له ناستې ځان وساته چې تقدیر دروغ ګڼي، او که څوک خوښ ګڼي چې دعا یې قبوله شي، عمل یې پاکیزه شي او ورڅخه قبول شي، نو په خبرو کې دې ریښتیا ووایي، او امانت دې - خپل خاوند - ته وسپاري، او مسلمانانو ته دې خپله سینه - له کینې او بدبینۍ څخه - پاکه کړي. (ابن بطة په الابانة کې روایت کړی دی (1987).
باب دی د ملایکو د پيدایښت په باره کې
او موږ ایمان لرو چې الله تعالی ملائکې له رڼا څخه پیدا کړي دي، په صحیح کې له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ملاېکې له رڼا څخه پیدا شوې دي، پیریان د اور له خالصو لمبو څخه پیدا شوي دي، او ادم له هغه څه څخه پیدا شوی چې ستاسو لپاره بیان شوی دی". ( مسلم روایت کړی دی (2996).
او الله -جل جلاله- ملاېکې په خلقت کې - یو له بل سره - توپیر لرونکې ګرځولې دي، الله تعالی فرمايي: {الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاء إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} . (ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د آسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په پیدا کولو كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى). [فاطر سورت: 1 آیت].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خبر ورکړی دی چې هغه جبرائیل -علیه السلام- ولیده، او هغه لره شپږ سوه وزرونه وو. او دا چې هغه لوی مخلوق دی. له ابو اسحاق الشیباني څخه روایت دی وایي چې : ما له زر بن حبیش څخه د الله تعالی د دې قول په اړه پوښتنه وکړه چې: {فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى* فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى} [النجم سورت: 9، 10 آیتونه] نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې. نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه. وایې ابن مسعود مونږ ته حدیث بیان کړچې : «هغه - صلی الله علیه وسلم- جبریل ولید - پداسې حال کې - چې شپږ سوه وزرونه یې درلودل»، (بخاري (۳۲۳۲)، مسلم (۱۷۴) او ترمذي (۳۲۷۷) روایت کړی دی. له عائشې -رضي الله عنها- څخه روایت دی فرمایي: «څوک چې دا دعوه کوي چې محمد - صلی الله علیه وسلم- خپل رب لیدلی دی، نو هغه - په الله - دروغ وویل، خو جبرائیل یې په خپل شکل کې لیدلی دی، او هغه افق (د ځمکې او اسمان) تر منځ مسافه بنده کړې وه». بخاري (۳۲۳۴)، مسلم (۱۷۷) او ترمذي (۳۰۶۸) روایت کړی.
او مونږ به د پریښتو په اړه په (کتاب الایمان بالملائکة) کې په تفصیل سره د الله په اذن خبرې وکړو، او دلته یوازې د هغوی د خلقت په اړه په وینا کولو بسنه کوو.
باب دی د پیریانو او شیطانانو د پيدایښت په اړه
او موږ باور ایمان لرو چې الله - تعالی - د پيریانو پلار (جان) له خالص (بې لوګي) اور له شغلو څخه پيدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ} (او جانّ (پیری) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى). [الحجر سورت: 27 آیت]، او همدا رنګه فرمایلي یې دي: {وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّار} (او جان (پیری) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى) [الرحمن سورت: 15 آیت]، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: پریښتې له رڼا(نور) څخه پیدا شوې دي، او جان ( پیری) د اور له خالصې شغلې څخه پیدا شوی دی او ادم علیه السلام له هغه څه څخه پیدا شوی چې تاسو ته بیان شوي دي. ( مسلم روایت کړی دی (2996).
او مونږ پدې ایمان لرو چې الله پاک پيریان او انسانان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت: 56 آیت]. په پیریانو کې وعظ کوونکي (ویروونکي) وي او پيغمبران پکې نه وي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين}. (او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن اوریدلو) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو). [الأحقاف سورت: 29 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما - فرمایلي دي: «پيغمبران له بني آدم څخه دي، او له پيریانو څخه ویروونکي دي». (تفسير ابن كثير (3/340).
او د الله تعالی دا قول: {يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي} (اى د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما آیتونه بیانول)، نو مقصد ورڅخه: ستاسو له جملې نه دی، نه دا چې ستاسو ټولو څخه، دا لکه د الله تعالی د دې وینا په څېر دی: {وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا} (او په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه)، او د الله تعالی دا قول: {فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا} (نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) او هغه اوښه یې رخمي کړه (او مړه يې كړه)) سره لدې چې اوښه وژونکی له هغوی څخه یو نفر و.
موږ باور لرو چې د پېريانو پيدايښت د آدم له پيدايښت څخه مخکې دى. د دې وجې نه الله تعالی فرمايي: {وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُوم} (او جانّ (پېری) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى) [الحجر سورت: 27 آیت]، او د شیطانانو مشر ابلیس دی - الله دې موږ له هغه څخه وساتي - الله هغه له اور څخه پیدا کړی لکه څرنګه چې نور پیریان او شیطانان پیدا کړي دي، الله تعالی د ابلیس په اړه د خبرتیا په موخه وفرمایل: {قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِين} (وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى). [الأعراف سورت: 12 آیت]، او دا چې ابلیس له پیریانو څخه و، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلاَّ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ} (او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو آدم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني وكړه. [الكهف سورت: 50 آیت].
او شیطان هغه څوک دی چې - زمونږ- مور او پلار یې ګمراه کړي وو، تر دې چې له جنت څخه وویستل، کله یې چې دوی ته - په زړونو کې - وسوسه ورواچوله، او قسم یې ورته یاد کړ چې زه تاسو ته له نصیحت کوونکو څخه یم، نو هغه دوی دواړو ته په دوکي سره تمه ورکړه، نو دوی له ونې څخه خوراک وکړ، حق ذات فرمایلي دي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين * (او اى آدمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِين* نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِين * او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه ستاسو لپاره یقینًا له خیر خواهۍ كوونكو ځنې یم. فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِين * نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې آیا ما تاسو دواړه له دې ونې څخه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى. قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين}. دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو). [الأعراف سورت: 19-23 آیتونه].
او موږ باور لرو چې شیطان له سجدې کولو تکبر وکړ، نو الله په هغه غضب شو، او له رحمت نه یې لرې کړ، او له تلپاتي جنت څخه یې وشاړه، او - پدې باور لرو - چې هغه د قیامت پورې له الله څخه - د ژوندي پاتې کېدلو- مهلت وغوښت؛ نو الله مهلت ورکړ، او هغه د الله په جلال قسم یاد کړ چې د آدم ټوله اولاده به په فتنه کې واچوي مګر د الله مخلص بندګان، حق ذات د هغه له دسیسې څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِين * (كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم. فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِين* نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ. فَسَجَدَ الْمَلاَئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون * نو ملايكو ټولو سجده وكړه. إِلاَّ إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنْ الْكَافِرِين * غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه. قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين* (الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِين * هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى. قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيم * (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې. وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّين * او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى. قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُون* هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي. قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِين * الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې. إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوم * د معلوم وخت تر ورځې پورې. قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِين * ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم. إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِين}. مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي). [ص سورت: 71-83 آیتونه]. او شیطان وویل لکه څرنګه چې الله تعالی - د هغه په اړه - خبر ورکړی: {فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيم* (ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم. ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِين} بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې). [الأعراف سورت: 16، 17 آیتونه].
او پېريان - هم - په شریعتونو سره مخاطب او مکلف دي، او دوی له پېغمبرانو او ویروونکو څخه د وحیې د اوریدلو او پوهېدلو توان لري؛ لدې امله کله یې چې قرآن واوریده نو ویې ویل، لکه څرنګه چې الله تعالی له هغوی څخه خبر ورکړی: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين *. او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم}. دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي). [الأحقاف سورت: 29، 30 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې له پیریانو یې ځینې نیکان او ځینې یې بدان دي، نو څوک چې له دوی څخه ایمان راوړي نو تګ لوری یې جنت ته دی، او څوک چې له دوی څخه کافر شي نو تګ لوری یې اور ( دوزخ ) ته دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا}. (او دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلک) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته، مونږ په مختلفو لارو روان یو). [الجن سورت: 11 آیت]، بیا الله -تعالی- وفرمایل: {وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا * (او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چا چې اسلام راوړي، نو دغو خلکو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ. وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا}. او هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي). [الجن سورت: 14، 15 آیتونه].
او الله -تعالی- د قيامت په ورځ د ملائکو لخوا د فاسقو انسانانو او پيریانو د ملامتولو او مجازات کولو په اړه په خبر ورکولو سره فرمایي: {يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَـذَا}. (اى د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا تاسو ته همدا ستاسو د جنس څخه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما آیتونه بیانول او تاسو به يې د دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟) [الأنعام سورت: 130 آیت]، او همدا رنګه الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ}. [(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي]. [الأعراف سورت: 38 آیت].
او الله -سبحانه وتعالی- دوزخ ته د دوی د ننوتلو لامل بیان کړ چې هغه د منلو په موخه د حق وینا نه اوریدل دي، الله - تعالی - فرمایلي: {وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا}. (او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي). [الأعراف سورت: 179 آیت]، دا آیت پدې دلالت کوي چې پیریان؛ زړونه، غوږونه او سترګې لري. او شیطانان آوازونه لري چې په هغې سره خلک راپاروي، حق تعالی فرمایلي دي: {وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ}. (او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه). [الإسراء سورت: 64 آیت].
او الله - تعالی- انسانانو ته نصیحت کړی تر څو یې شیطان ونه غولوي لکه څرنګه یې چې د دوی مور او پلار دوکه کړي وو، لوی څښتن - تعالی - فرمایي: {يَا بَنِي آدَمَ لاَ يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لاَ تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُون}. (اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور وپلار له جنت نه وويستل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي). [الأعراف سورت: 27 آیت].
او موږ ایمان لرو پدې چې سره لدې چې شیطان - پدې پوهیږي چې هغه د الله مخلص بندګان نشي غولولی - (خو بیا هم) هغه او د هغه لښکر هڅه کوي چې دوی دوکه کړي او عبادتونه یې پرې فاسد کړي، د عزت خاوند ذات فرمایلي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون}. (او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انسي او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت]. او په حدیث کې راځي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ البَارِحَةَ -أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا- لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلَاةَ، فَأَمْكَنَنِي اللَّهُ مِنْهُ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المسْجِدِ حَتَّى تُصْبِحُوا وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي». «یو سرکشه شیطان مې تېره شپه په ناڅاپي توګه مخې ته راغی -یا دې ته ورته الفاظ یې وویل- تر څو راباندې لمونځ پرې کړي، نو الله - تعالی - پرې توان راکړ، نو ومې غوښتل چې د جومات له ستنو څخه یې د یوې ستنې پورې وتړم، تر څو تاسو سهار کړئ او ټول ورته وګورئ، نو - دې وخت کې - مې د ورور سلیمان وینا رایاده شوه - چې ویلي یي دي - رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي» (اى زما ربه! ته ما ما ته داسې پاچاهي راكړه چې له ما نه پس د هیچا لپاره مناسبه نه وي)». روح بن عباده ـ فرمایي: نو خوار او ذلیل یې وشاړه. (بخاري (۴۶۱) او مسلم (۵۴۱) روایت کړی دی. او له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا». قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ، فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي. "په تاسو کې هېڅوک داسې نشته مګر دا چې له پيریانو پرې یو تن ملازم او ورسره تل پاتې کیدونکی مقرر شوی وي" هغوى وويل: د الله رسوله او تاسو هم؟ ويې فرمايل: «او زه هم ، مګر دا چې الله پرې زه برلاسی کړی یم، نو اسلام یې راوړی دی - لدې امله - هغه ماته پرته له خير څخه په بل څه امر نه کوي». (مسلم (2814) روایت کړی دی).
او له سبرة بن أبي فاکه - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَعَدَ لِابْنِ آدَمَ بِأَطْرُقِهِ، فَقَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ: تُسْلِمُ وَتَذَرُ دِينَكَ وَدِينَ آبَائِكَ وَآبَاءِ أَبِيكَ، فَعَصَاهُ فَأَسْلَمَ، ثُمَّ قَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْهِجْرَةِ، فَقَالَ: تُهَاجِرُ وَتَدَعُ أَرْضَكَ وَسَمَاءَكَ، وَإِنَّمَا مَثَلُ الْمُهَاجِرِ كَمَثَلِ الْفَرَسِ فِي الطِّوَلِ، فَعَصَاهُ فَهَاجَرَ، ثُمَّ قَعَدَ لَهُ بِطَرِيقِ الْجِهَادِ، فَقَالَ: تُجَاهِدُ، فَهُوَ جَهْدُ النَّفْسِ وَالْمَالِ، فَتُقَاتِلُ فَتُقْتَلُ، فَتُنْكَحُ الْمَرْأَةُ، وَيُقْسَمُ الْمَالُ، فَعَصَاهُ فَجَاهَدَ»، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ عز وجل أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، وَمَنْ قُتِلَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ عز وجل أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، وَإِنْ غَرِقَ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ، أَوْ وَقَصَتْهُ دَابَّتُهُ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُدْخِلَهُ الْجَنَّةَ». «یقینا شیطان د آدم اولادې ته - د هغه د ګمراه کولو لپاره- د لارو په سر ناست دی، نو د اسلام په لار ورته کېناسته او ورته یې وویل: آیا ته اسلام راوړې او خپل دین او د خپل پلار او د پلار د پلرونو دین پریږدې، نو هغه یې خبره ونه منله او اسلام یې راوړ، بیا ورته د هجرت په لار کېناست، نو ویې ویل: آیا هجرت کوې او خپله ځمکه او آسمان دې پریږدې، یقینا د مهاجر مثال خو لکه د آس د پړي دی، نو هغه یې خبره ونه منله او هجرت یې وکړ، بیا ورته د جهاد د لارې - په سر - کېناست نو ویې ویل: جهاد کوې؛ جهاد خو د نفس او مال - په ورکولو سره کیږي، نو جنګ به کوې او وژل کیږې به، نو مېرمنه به بل چاته په نکاح شي، مال به وویشل شي، نو هغه یې خبره ونه منله او جهاد یې وکړ» نور رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «نو چا چې دا کار وکړ نو په الله عزوجل باندې حق دی چې جنت ته یې ننباسي، او یا یې خپل څاروي وغورځاوه - او مړ شو - نو په الله حق دی چې جنت ته یې ننباسي». (نسائي په (۳۱۳۴) شمېره روایت کړی، او په الکبری کې (۴۳۲۷)، ابن ابي شیبه (۱۹۶۷۵)، احمد (۱۵۹۵۸) او ابن حبان (۴۵۹۳) روایت کړی دی.
نو کله چې - شیطان - خبیث پر انبیاوو - علیهم السلام - له ولکې اچولو نه مایوسه کیږي نو له هغوی پرته په نورو خو په طریقه اولی نه - مایوسه - کیږي، له أبو العلا څخه روایت دی چې عثمان بن أبی العاص - رضي الله عنه - نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - ته راغی او ویې وېل: ای د الله رسوله! شیطان زما او زما د لمانځه او قراءت تر منځه - مزاحمت کوونکی - واقع شو چې پر ما یې قراءت ګډوډاوه، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خِنْزَبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا». قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ، فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي. «دا هغه شیطان دی چې خِنْزَب ورته ویل کیږي، نو کله چې پرې پوه شوې، نو په الله ورڅخه پناه وغواړه، او چپ لاس ته دې درې ځلې لاړې تو کړه ». وایې: داسې مې وکړل نو الله راڅخه لرې کړ. (مسلم په (2203) شمېره تخریج کړی دی).
په صحیح البخاري کې راغلي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنِ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ». "شیطان په بني آدم کې لکه د وینې د جریان په څېر ځغلې ." (بخاري په (2038، 7171) شمېره روایت کړی دی). او ابن بطة -رحمه الله- په خپل کتاب "الابانه" کې په همدې مفهوم سره یو باب ایښودلی دی او وايي: «باب الإيمان بأن الشيطان مخلوق مُسَلَّط على بني آدم يجري منهم مجرى الدم إلا من عصمه الله منه، ومن أنكر ذلك فهو من الفرق الهالكة». یعنې باب دی په باره د ایمان درلودلو پدې چې شیطان هغه مخلوق دی چې پر بنی آدم مسلط دی، او لکه د وینې په څېر په کې ځغلي، مګر هغه څوک چې الله ترې ساتلي وي، او څوک چې لدې نه انکار کوي نو هغه له برباد شوو ډلو څخه دی ». (الابانة الکبری، د ابن بطة ۴/۶۱).
او مونږ پوهیږو چې په بني آدم له ملاېکو څخه راپېښېدونکي راځي او له شیطانانو پرې راتلونکي هم راځي، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته راښودلي چې څرنګه له راپېښېدونکي شیطان څخه ځان وژغورو؛ له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دي وایې: چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ لِلشَّيْطَانِ لَمَّةً بِابْنِ آدَمَ، وَلِلْمَلَكِ لَمَّةً، فَأَمَّا لَمَّةُ الشَّيْطَانِ فَإِيعَادٌ بِالشَّرِّ وَتَكْذِيبٌ بِالحَقِّ، وَأَمَّا لَمَّةُ المَلَكِ فَإِيعَادٌ بِالخَيْرِ وَتَصْدِيقٌ بِالحَقِّ، فَمَنْ وَجَدَ ذَلِكَ فَلْيَعْلَمْ أَنَّهُ مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ، وَمَنْ وَجَدَ الأُخْرَى فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ». «يقينا شيطان بني آدم ته قصد لري (یو څه ورپه زړه کوي)، او ملاېکې هم قصد لري (یو څه ور په زړه کوي)، بني آدم ته د شیطان قصد هغه ته په شر سره وعده ورکول او حق دروغ ګڼل دي، او بني آدم ته د پرېښتې قصد؛ په خیر سره وعده ورکول او حق ريښتیا ګڼل دي، نو چا چې دا -وروستی- ومونده نو پوه دې شي چې دا د الله له لورې دی، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې بل څه وموندل، نو په الله سره دې له رټلی شوي شیطان څخه پناه وغواړي بیا یې - دا آیت - ولوست (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ) الآيَةَ [البقرة سورت: 268 آیت]». (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي. (ترمذي په (۲۹۸۸) شمېره روایت کړی دی، ابن مبارک په الزھد (۱۴۳۵)، احمد په الزھد (۸۵۴) او ابو داود په الزھد (۱۶۴) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - خپل وفادار بندګان د شیطانانو له دسیسو څخه ساتي تر څو چې دوی - د الله تعالی - څخه بخښنه غواړي. په "المسند" کې راغلي: «إِنَّ الشَّيْطَانَ قَالَ: وَعِزَّتِكَ يَا رَبِّ، لَا أَبْرَحُ أُغْوِي عِبَادَكَ مَا دَامَتْ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ، قَالَ الرَّبُّ: وَعِزَّتِي وَجَلَالِي لَا أَزَالُ أَغْفِرُ لَهُمْ مَا اسْتَغْفَرُونِي». «یقینا شیطان ویلي: ستا په عزت مې دې قسم وي ای ربه، تر هغه به ستا بنده ګان بې لارې کوم تر څو یې چې ساګانې په جسدونو کې وي، متعال رب وفرمایل: زما دې په خپل عزت او جلال قسم وي تر هغه به ورته بخښنه کوم، تر څو چې دوی راڅخه بخښنه غواړي». (أحمد (11237)، او عبد بن حميد (932)، او أبو يعلى (1273، 1399)، او الطبراني په الأوسط (8788)، او په الدعاء (1779).) کې روایت کړی دی).
او مونږ پوهیږو چې شیطان د انسان په شکل یا د هغه څه په شکل چې الله ورته په هغه د ځان بدلولو اجازه ورکړي وي ځان بدلوی. په «صحيح البخاري» کې له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د رمضان د زکات په ساتلو وګمارلم، نو یو څوک راته راغی او له خوړو یې په راخیستلو پیل وکړ، نو ومې نیوه، ورته مې وویل: خامخا به دې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته سپارم- حدیث یې ذکر کړ - نو ویې وییل: کله چې خپل خوب ځای ته لاړې نو آیت الکرسي ولوله، د الله لخوا نه به درباندې ساتونکی - مقرر - وي، او شیطان به درته تر سهاره نه نیږدې کیږي، نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، ذَاكَ شَيْطَانٌ». «ریښتیا یې درته ویلي او هغه دروغجن دی، هغه شیطان و». بخاری له خپل شیخ عثمان بن الهیثم څخه په دوو ځایونو کې معلق راوړی دی (3275، 5010).
او د جاهلیت د زمانې خلکو به - د هغوی د زیاتې ناپوهۍ له امله - د پيریانو په مشرانو پناه غوښتله، نو پدې سره به د هغوی ویره او رعب نور هم زیات شو، الله تعالی د هغوی له حال څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د بتانو عبادت کوونکي یوازې د پیریانو عبادت کوي، الله تعالی د دوی د عقیدې له حقیقت څخه په خبر ورکولو سره فرمایي: {وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلاَئِكَةِ أَهَؤُلاَء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُون * (او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى ټول راجمع كړي، بیا به ملايكو ته ووايي: آیا دغو كسانو به خاص ستاسو عبادت كاوه؟. قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُون}. (هغوى (ملايك) به ووايي: تا لره پاكي ده، ته له دوى نه غیر زمونږ مولٰى (او كارساز) يې بلكې دوى به د پېریانو عبادت كاوه، د دوى اكثره پر هغوى ایمان راوړونكي وو) [سبأ سورت: 40، 41 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې شیطان انسان لره په کفر سره دوکه کوي، بیا ترې په دنیا کې لاس اخلي، لکه څرنګه چې الله -تعالی- له هغه څخه خبر ورکوي: {كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِين}. [(د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم]. [الحشر سورت: 16آیت]، او لکه څرنګه چې هغه په کفر سره دوکه کوي، په جادو سره یې هم دوکه کوي ، او هغه ته یې ورزده کوي، حق ذات له هغه څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ}. (او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلکو ته به يې جادو (سحر) ښوده). [البقرة سورت: 102 آیت].
او مونږ پوهیږو چې شیطان به په آخرت کې خپل دوستان پریږدي، او پدې یې ملامتوي چې د هغه پیروي یې کړې ده، حق ذات خبر ورکوي چې شیطان به په دوزخ کې د دوی په منځ کې تقریر کوونکی ودریږي: {وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم}. (او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړ، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریادرسان یئ، بېشكه زه انکار کوم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى). [إبراهيم سورت: 22 آیت].
باب دی د انسان د پېدایښت په اړه
او موږ باور لرو چې الله -تعالی- خپلو ملاېکو ته خبر ورکړی دی چې هغه به په ځمکه کې یو خلیفه ګرځوي تر څو یې په عبادت سره آباده کړي، الله -تعالی- فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُون}. (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: آيا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [البقرة سورت: 30 آیت]، او حق ذات روښانه کړې ده چې هغه ادم -علیه السلام- له خاورې څخه پیدا کړی دی. {إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُون}، (بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د آدم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو). او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ عز وجل خَلَقَ آدَمَ مِنْ قَبْضَةٍ قَبَضَهَا مِنْ جَمِيعِ الْأَرْضِ، فَجَاءَ بَنُو آدَمَ عَلَى قَدْرِ الْأَرْضِ. جَاءَ مِنْهُمُ الْأَبْيَضُ وَالْأَحْمَرُ وَالْأَسْوَدُ وَبَيْنَ ذَلِكَ، وَالْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ، وَالسَّهْلُ وَالْحَزْنُ، وَبَيْنَ ذَلِكَ». «الله پاک آدم -علیه السلام- له یو موټي (خاورې) څخه پیدا کړ چې له ټولې ځمکې څخه یې اخیستې وه، نو د آدم اولاده د ځمکې په څېر راغله. له دوی څخه سپین، سور، تور، او د دې تر منځه راغلل، پلیت او پاک، آسان (خوشحال) او غمګین او د دوی ترمنځه». ( ابو داود (۴۶۹۳)، ترمذي (۲۹۵۵)، عبدالرزاق په تفسیر کې (۴۱)، احمد (۱۹۵۸۲) او البزار (۳۰۲۵، ۳۰۲۶) روایت کړی دی. او دا خاوره الله -جل جلاله- خټه وګرځوله، بیا یې په پړاوونو کې پیدا کړ، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُون * (او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه. وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُوم * او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى. وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُون * او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده. فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِين * نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپلروح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي. فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون}. نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه). [الحجر سورت: 26-30 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين}. (او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى). [المؤمنون سورت: 12 آیت]. او الله تعالی فرمايي: {فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لاَّزِب}. (نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې آیا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي). [الصافات سورت: 11 آیت].
او امام احمد -رحمه الله- د هغه آيتونو له راوړلو وروسته چې د آدم -عليه السلام- د پيدايښت يادونه پکې شوې ده فرمایلي دي: مونږ وایو: دا د آدم د پیدایښت پیل دی، د پېدایښت لومړی پیل الله - تعالی - له خاورې وکړ، بیا له خټې څخه، سرې، تورې او سپینې، له پاکې خټې او خوسا خټې، بیا هغه خاوره لنده شوه نو خټه ترې جوړه شوه، دا د الله تعالی هغه قول دی - چې فرمایي - {مِّن طِين} یعنې له خټې څخه، کله چې خټه یو له بل سره ونښته، بیا ترې سریخناکه خټه جوړه شوه - یو له بل سره نښتې - بیا یې وفرمایل: {مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين} یعنې د خټې له خلاصې) فرمایي: لکه د خټې په شان، بیا چې واغږل شوه نو لکه د خټې په څېر چې د ګوتو په منځ کې راوبهیږي، بیا له سخا کړی شوې خټې څخه، نو کله چې وچه شوه کړنګېدلې شوه لکه کردوڼی، فرمایي: بیا یې لکه د کردوڼي په څېر کړنګاری کاوه، فرمایي: داسې غږ یې درلوده لکه د کردوڼې ( پخې شوې خټې په څېر) دا د آدم د پیدایښت بیان دی، او د الله تعالی دا قول {مِن سُلاَلَةٍ مِّن مَّاء مَّهِين} يعني: د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه [السجدة: 8] دا د هغه د اولادې د پیدایښت پیل دی {سُلاَلَةٍ} یعنې له نطفې څخه کله چې له سړي څخه راښکته شي، دا هغه څه دي چې فرمایلي یې دي: {مِّن مَّاء} یعنې له نطفې څخه، {مَّهِين} کمزورې». (الرد على الجهمية والزنادقة (: 179-180 مخونه) چاپ/ دغش العجمي.)
او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- ادم -علیه السلام- په خپل عزتمند لاس پیدا کړی او خپلې پرښتې یې ورته په سجده کړې، الله تعالی فرمایلي: {فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِين* (نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي. فَسَجَدَ الْمَلاَئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُون}. نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه). [الحجر سورت: 29، 30 آیتونه]، او پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «يَجْتَمِعُ المؤمِنُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيَقُولُونَ: لَوِ اسْتَشْفَعْنَا إِلَى رَبِّنَا، فَيَأْتُونَ آدَمَ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ أَبُو النَّاسِ، خَلَقَكَ اللَّهُ بِيَدِهِ، وَأَسْجَدَ لَكَ مَلَائِكَتَهُ». «مؤمنان به د قیامت په ورځ راټول شي، نو وبه وایې: که مو له خپل رب څخه شفاعت غوښتی و، نو آدم ته به راشي، ورته به ووایي: ته د انسانانو پلار یې، الله په خپل لاس پیدا کړی یې، او خپلې پرېښتې یې درته په سجده کړې دي». بخاري (۴۴۷۶)، مسلم (۱۹۳) او ابن ماجه (۴۳۱۲) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - آدم -علیه السلام- په خپل شکل پیدا کړی دی، ابوهریره -رضي الله عنه- له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه رایت کوي فرمایي: «خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ، طُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا»، "الله - تعالی - آدم - علیه السلام - په خپل شکل پیدا کړی، اوږدوالی یې شپیته ګزه دی"، بخاري (6227) او مسلم (2841) روایت کړی دی. او له هغه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا قَاتَلَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ؛ فَإِنَّ اللهَ خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ»، «کله چې په تاسو کې څوک له خپل ورور سره جنګ کوي، نو له مخ څخه دې ډډه وکړي. بیشکه چې الله - تعالی - آدم - علیه السلام - په خپل شکل پیدا کړی دی»، (بخاري (2559) او مسلم (2612) روایت کړی او دا الفاظ د هغه دي. أبو هريرة -رضي الله عنه- له نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَجَنَّبِ الْوَجْهَ، وَلَا يَقُلْ: قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ، فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ». «کله چې یو ستاسو څخه وهل کوي نو له مخ څخه دې ځان وساتي، او نه دې وایي چې: الله دې مخ بدرنګ کړه، او د هغه چا مخ چې مخ یې ستا په څېر وي، یقینا الله - تعالی - آدم په خپل شکل سره پیدا کړی دی». (عبدالرزاق (17952)، حميدي (1153)، احمد (7420)، بخاري (173)، په الادب المفرد کې (173) او ابن ابي عاصم په سنن (531) کې روايت کړی دی).
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- د آدم لپاره له هغه نه جوړه پیدا کړه تر څو یې ترڅنګه ارام او سكون حاصل كړي، او هغه حوا بي بي ده، حق ذات فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا} (دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي). [الأعراف سورت: 189 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء}. (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل) [النساء آیت: 1 آیت].
او موږ باور لرو چې الله -تعالی-آدم او حوا پیدا کړل او په جنت کې یې ځای په ځای کړل، الله - تعالی - فرمایلي: {وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا}. (او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي). [البقرة سورت: 35 آیت]، او - الله تعالی - دوی له ونې څخه د خوراک کولو نه منع کړل، نو شیطان دوی سره د کینې له مخې دوی ته وسوسه ورواچوله، دوی له هغې - ونې - څخه خوراک وکړ، نو الله - تعالی - دوی له جنت څخه راوویستل او ځمکې ته یې راښکته کړل، الله -تعالی- له دې - پېښې - څخه د خبرولو په موخه فرمایلي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين* (او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نږدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِين* نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) يې وويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې نه چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِين* او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو ځنې یم. فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِين* نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې آیا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى؟ قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين* دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو. قَالَ اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِين* وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او ستاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي. قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُون} (الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكل كېږئ). [الأعراف سورت: 19-25 آیتونه].
او موږ دا عقیده لرو چې الله تعالی آدم علیه السلام په ځمکه خليفه ګرځولی دی، الله تعالی فرماېلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُون}. (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: آيا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [البقرة سورت: 30 آیت].
هغه یې و ازمایه، نوپری یې خوده او بیا یې نافرماني وکړه، بیا یې رب غوره کړ او هدایت یې ورته وکړ، متعال حق ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا}. (او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې نه مخكې حكم كړى و، نو هغه پریښوده او نه مونده مونږ د هغه دپاره صبر). [طه سورت : 115آیت]، بیا آدم له خپل رب څخه څو کلمې زده کړې چې د هغه لپاره د الله د بخښنې او توبې لامل وګرځېدې، الله رب العزت فرمایلي: {فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيم* (نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى. قُلْنَا اهْبِطُواْ مِنْهَا جَمِيعاً فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُون}. مونږ وويل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدايت راغى، نو چا چې زما د هدايت پېروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي). [البقرة سورت: 37، 38 آیتونه].
او موږ باور لرو چې الله دا ټول د آدم له پیدا کولو څلویښت کاله مخکې لیکلي و. په صحیح حدیث کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ، أَتَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قَدَّرَهُ اللَّهُ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَنِي بِأَرْبَعِينَ سَنَةً؟ فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى» ثَلَاثًا. «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی، آیا ته ما په یوه داسې چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه څلوېښت کاله وړاندې الله پر ما مقدر کړې وه؟ نو په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» درې ځلې. (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
او موږ ایمان لرو چې د آدم - علیه السلام - د اولادې د پیدایښت پیل داسې دی لکه څنګه چې الله - تعالی - ورڅخه پدې وینا کې خبر ورکړی دی: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلاَ يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا}. (اى خلکو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یاست، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یاست، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنډ شوې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسیږئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې مړه کیږي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي). [الحج سورت: 5 آیت]، او حق ذات فرمایلٍي دي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين* او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى. ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِين* بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې. ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِين}. بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكی وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى). [المؤمنون سورت: 12-14 آیتونه]. له عبدالله رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- موږ ته وویل- او هغه رښتينی او رښتيا ګڼل شوی دی: فرمایلي دي: «یو ستاسې څخه د هغه خلقت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي(نطفه وي)، بیا دا د وینې ټوټه شي، بیا د غوښې بوټۍ شي، بیا الله ملاېکه راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه، بیا پکې روح وپوکول شي». (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، ترمذي (2137) او ابن ماجه (76) راویستلی دی.
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی چې څرنګه ماشوم کله پلار او کله مور ته کیږي، نو کله چې عبد الله بن سلام ورڅخه پوښتنه وکړه ورته یې وویل: زه درڅخه د دریو شیانو په اړه پوښتنه کوم چې له نبي پرته پرې بل څوک نه پوهیږي؛ د قیامت لومړۍ نخښه څه شی دی؟ او هغه لومړی خوراک څه شی دی چې جنتیان به یې خوري؟ او دا څنګه کیږي چې ماشوم (په څېره ) کې پلار یا مور ته کیږي؟ هغه ورته وویل: لږ وړاندې پدې اړه جبریل خبر کړم، ابن سلام وویل: هغه له ملاېکو څخه د یهودو دښمن دی، ویې فرمایل: د قیامت لومړۍ نخښه هغه اور دی چې له ختیځ څخه د لویدیځ لورې ته یې راټولوي، او د جنتیانو لومړی خوراک چې هغوی به یې خوري؛ د ماهي د ینې (جیګر) سره اضافي ټوټه ده، او ماشوم؛ نو کله چې د سړي نطفه د ښځې له نطفې څخه مخکې شي زیږیدلی - سړي - ته شي، او کله چې د ښځې نطفه د سړې له نطفې څخه مخکې شي نو - ښځي - ته شي. ویې ویل: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّكَ رَسُولُ اللَّهِ. زه ګواهي ورکوم چې نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی، او - پدې چې - ته د الله رسول یې. بخاري (۳۹۳۸).
او موږ ایمان لرو چې ټول خلک د آدم له اولادې څخه دي او آدم له خاورې څخه دی، نو له تقوا پرته هیڅوک په بل غوره والی نه لري، حق تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير}. (ای خلکو! بېشکه مونږ تاسو له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړي یاست، او مونږ تاسو څانګې او قبېلې ګرځولي یاست، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشکه د الله تعالی په نېز په تاسو کې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دی، بېشکه الله تعالی ښه پوه، ښه خبردار دی). [الحجرات سورت: 13 آیت]، او له أبوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ عز وجل قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَفَخْرَهَا بِالْآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِيٌّ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ، أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ، وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ...». «الله -جل جلاله- له تاسو څخه د جاهلیت پاتې میراثي دودونه لیرې کړي دي، او همدا رنګه په پلرونو فخر، مؤمن تقوا لرونکی وي، او فاسق بدبخت وي، تاسو د آدم اولاده یاست او آدم له خاورې څخه دی....». ( أبو داود (5116)، ترمذي (3956)، او المعافى بن عمران په الزهد کې (147)، او ابن وهب په الجامع کې (30)، او أحمد (8736).
او موږ عقیده لرو چې الله آدم -علیه السلام- له خاورو څخه پیدا کړ او د هغه لپاره یې ښځه پیدا کړه چې هغه حوا علیها السلام ده، او نور ټول انسانان یې له سپکو اوبو څخه پیدا کړل، پرته له عیسی علیه السلام څخه، ځکه چې الله هغه له مور څخه بې پلاره پیدا کړ، لکه څرنګه چې الله د هغه په اړه پدې وینا سره خبر ورکړی: {إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِين * (كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او آخرت كې به ډېر مخور او له مُقرَبینو څخه به وي. وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَمِنَ الصَّالِحِين* او له خلکو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې. قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاء إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُون}. هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي،حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیدا كوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي) [آل عمران: 45-47].
او مونږ ایمان لرو چې عیسی -علیه السلام - که څه هم د هغه پېدایښت حیرانوونکی و - د الله بنده او د هغه رسول دی. {إِنْ هُوَ إِلاَّ عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلاً لِّبَنِي إِسْرَائِيل}. (دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ پر ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و) [الزخرف سورت: 59 آیت]، هغه انسان دی خواړه خوري، او معبود نه دی، الله تعالی فرمايلي: {مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُون}. (نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو، ته وګوره مونږ څنګه دوى ته آیتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي). [المائدة سورت: 75 آیت].
او موږ د خپل رب په کتاب کې ګورو چې الله - تعالی - په ډیری دلیلونو سره په هغو کسانو رد کړی چې ګمان کوي عیسی - علیه السلام - اله دی، د دې دلیلونو له جملې څخه: د حق ذات تبارک و تعالی دا قول دی: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير}. (یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي ؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه چې څه وغواړي پیدا كوي يې او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى). [المائدة سورت: 17 آیت].
او مونږ دا عقیده لرو چې الله - تعالی - انسانان په فطرت سره پیدا کړي دي. {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون}. (نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي) [الروم سورت: 30 آیت]. ابن زید، مجاهد او عکرمة وایي: فطرت یعنې اسلام. الطبري تفسير (20/98).
ابن عباس -رضي الله عنهما- او ابراهیم النخعي، سعید بن جبیر، مجاهد، عکرمه، قتاده، ضحاک او ابن زید د الله - تعالی - د دې وینا په اړه فرمایلي دي: {لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ} یعنې د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته، یعنې د الله دین لره " بخاري په خپل "صحيح" کې تر دې عنوان لاندې باب ایښودلی او فرمایلي یې دي «باب {لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ} باب دی په دې اړه چې د الله تخلیق لره هیڅ بدلون نشته، یعنې د الله دین لره بدلون نشته، {خُلُقُ الأَوَّلِين} یعنې د لومړنیو دین، او فطرت : اسلام دی».
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ، كَمَثَلِ البَهِيمَـةِ تُنْتَجُ البَهِيمَةَ، هَلْ تَرَى فِيهَا جَدْعَاءَ؟». «هر ماشوم په فطرت سره پيدا کیږي، خو مور او پلار یې هغه یهودي یا نصراني او یا مجوسي کوي، لکه د څاروي په څېر چې بل څاروی (روغ رمټ )وزیږوي - آیا تاسو پکې پوزه یا غوږ پرې شوی ګورئ؟» ( معنا دا چې مور زادي یې غړي پرې نه وي بلکه وروسته یې ورته خلک پرې کوي ). بیا أبو هریرة - رضي الله عنه - وفرمایل: {فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ}. (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلک پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى). [الروم سورت: 30 آیت]. بخاري (۴۷۷۵)، مسلم (۲۶۵۸)، ابوداود (۴۷۱۴) او ترمذي (۲۱۳۸) روایت کړی.
له عیاض بن حمار المجاشعي - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ په خطبه کې وفرمایل: «أَلَا إِنَّ رَبِّي أَمَرَنِي أَنْ أُعَلِّمَكُمْ مَا جَهِلْتُمْ، مِمَّا عَلَّمَنِي يَوْمِي هَذَا، كُلُّ مَالٍ نَحَلْتُهُ عَبْدًا حَلَالٌ، وَإِنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وَإِنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عَنْ دِينِهِمْ، وَحَرَّمَتْ عَلَيْهِمْ مَا أَحْلَلْتُ لَهُمْ، وَأَمَرَتْهُمْ أَنْ يُشْرِكُوا بِي مَا لَمْ أُنْزِلْ بِهِ سُلْطَانًا...». «خبر شئ رب مې راته امر کړی چې هغه څه تاسو ته دروښایم چې نه پرې پوهیږئ، هغه څه چې نن یې ماته راوښودل، هر هغه مال مې چې بنده ته ورکړ هغه ورته حلال دی، او ما خپل ټول بنده ګان توحید ته مایل پیدا کړي دي ، دوی ته شیطانان راغلل نو له خپل دین څخه یې واړول، او هغه څه یې پرې حرام کړل چې ما ورته حلال کړې وو، او ورته یې امر وکړ چې ما سره شرک وکړي په هغه څه کې چې ما پرې هیڅ دلیل ندی نازل کړی». ( مسلم (2865) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو پر دې چې الله - تعالی - د بیا راژوندي کیدلو څخه له انکار کوونکو سره مخالفت وکړ کله یې چې هغوی ته له خاورو څخه د هغوی د پیدایښت د پیل یادونه وکړه. {وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيم * (او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي. قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځل پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى). [يس سورت: 78، 79 آیتونه].
او دا يې هم ورياده كړه چې دوى يې له سپکو اوبو څخه پيدا كړي دي، نو څنګه كېداى شي چې دوی د خپل رب په وړاندې تكبر وكړي او دوى خپل راټولیدل او راپورته کېدل لرې ګڼي؟! حق ذات فرمایلي دي: {الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإِنسَانِ مِن طِين * (هغه الله تعالی چې ښاېسته کړی یې دی هر هغه شی چې پیداکړی یې دی، او د انسان د پیدایښت پېل یې له خټې څخه کړی دی. ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلاَلَةٍ مِّن مَّاء مَّهِين * بیا یې د هغه نسل د سپکو (حقېرو) اوبو د خلاصې نه پیدا کړ. ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُون * بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ. وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُون* او دوى وايي: آیا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، آیا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي پیدایش كې یو! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي. قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُون}. ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ پريښته قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوې ده، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ). [السجدة سورت: 7-11 آیتونه].
او موږ ایمان لرو چې الله لره د بنده ګانو پيدا کول پدې دلیل دي چې یواځې هغه د عبادت وړ دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [البقرة سورت: 21 آیت].
لکه څنګه چې الله - تعالی - موږ ته په قران کریم کې خبر راکړی چې نوح خپل قوم ته یادونه وکړه چې الله - تعالی- دوی په مرحلو کې پیدا کړي دي، نو دوی څنګه هغه ته د لویئ عقیده نه ساتي؟! الله - تعالی - فرمایلي: {مَّا لَكُمْ لاَ تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا * (په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟. وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا}. حال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ). [نوح سورت: 13، 14 آیتونه].
او په انسان باندې په عالم برزخ او آخرت کې بیلابیل حالتونه راځي، چې تفصیل به یې - ِان شاء الله - په ( کتاب الایمان بالیوم الآخر کې ) راځي.
باب دی د روح د پیدایښت په اړه
او مونږ پوهیږو چې روح د الله له حکم څخه دی او انسانان یې په اړه په هیڅ نه پوهیږي مګر هغه چې الله ورښودلي دي، حق ذات فرمایلي دي: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلا} (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځینې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). [الإسراء سورت: 85 آیت]، او له عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: «زه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره د خرماو په باغ یا کرنیزه زمکه کې وم، پداسې حال کې چې هغه د خرما ډډ ته تکیه وهلې وه، چې ناڅاپه یهود تېرل شول، ځینو یې ځینو نورو ته وویل: د روح په اړه ترې پوښتنه وکړئ، نو ویې وییل: تاسو څه شي اړباسلي یاست چې پوښتنه ترې کوئ؟ او ځینو نورو یې وویل: هسې نه داسې څه ووایې چې بد به یې ګڼئ، نو ویې وییل: پوښتنه ترې وکړئ، نو د روح په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - چپ پاتې شو او هیڅ جواب یې ورنه کړ، نو زه پوه شوم چې وحیې ورته کیږي، زه په خپل ځای کې ودریدم، نو کله چې وحیې نازل شوه، ویې فرمایل: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي} ». یعنې: (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځینې دى او تاسو ته له علم ځینې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). (بخاري (۴۷۲۱)، مسلم (۲۷۹۴) او ترمذي (۳۱۴۱) راوړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې روحونه د الله - تعالی - مخلوق دی، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}، (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 آیت]. او كله چې الله -تعالى- د آدم -عليه السلام- پيدايښت بشپړ كړ، نو په هغه كې يې روح پو كړ، رب العزت فرمايلي دي: {فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِين} (نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل طرفه روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي). [الحجر سورت: 29 آیت]. او كله چې جنين (ماشوم) د مور په ګیډه كې څلور مياشتې پوره کړي، نو الله - تعالی -ورته پرښته راولېږي او روح پكې پوكړي، له عبدالله - رضي الله عنه- څخه روايت دى، وایې: د الله رسول - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته وویل: او هغه ریښتونی او ریښتیا ګڼل شوی دی ویې فرمایيل: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعٍ: بِرِزْقِهِ وَأَجَلِهِ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ الرُّوحُ»، «یو ستاسوڅخه د مور په ګیډه کې څلویښت ورځې نطفه راغونډیږي، بیا لکه د ویني ټوټه شي (څلویښت ورځې)، بیا لکه د غوښې بوټۍ شي (څلویښت ورځې)، بیا ورته الله تعالی ملاېک راولیږي، نو په څلورو کارونو ورته امر وشي، په رزق او اجل یې، او دا چې نیکمرغه او که بدمرغه به وي، بیا پکې روح پو کړل شي»، (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) رواړی دی. پرته له مسیح -علیه السلام- څخه ، ځکه د هغه د پيدایښت پیل د ملاېکې له پوکي څخه و، حق ذات فرمایلي او د هغه وینا حق ده: {وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِين} (او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې د خپل طرفه روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول) [الأنبياء سورت: 91 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: (إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ) (یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى) [النساء سورت: 171 آیت].
موږ باور لرو چې روحونه د خوب پر مهال اخیستل کیږي، او بیا بیرته بدن ته راستنیږي، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى} . (الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي). [الزمر سورت : 42 آیت].
وعن عبدالله ابن أبي قتادة عن أبيه رضي الله عنه قال: سِرْنَا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم لَيْلَةً، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: لَوْ عَرَّسْتَ بِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «أَخَافُ أَنْ تَنَامُوا عَنِ الصَّلَاةِ»، قَالَ بِلَالٌ: أَنَا أُوقِظُكُمْ، فَاضْطَجَعُوا، وَأَسْنَدَ بِلَالٌ ظَهْرَهُ إِلَى رَاحِلَتِهِ، فَغَلَبَتْهُ عَيْنَاهُ فَنَامَ، فَاسْتَيْقَظَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم، وَقَدْ طَلَعَ حَاجِبُ الشَّمْسِ، فَقَالَ: «يَا بِلَالُ، أَيْنَ مَا قُلْتَ؟» قَالَ: مَا أُلْقِيَتْ عَلَيَّ نَوْمَةٌ مِثْلُهَا قَطُّ، قَالَ: او عبد الله بن أبي قتادة - رضي الله عنه - د خپل پلار څخه روایت کوي فرمایي: یو شپه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم سره روان شو، نو ځینو وویل، ای د الله رسوله که اجازه راکړې چې شپه جوړه کړو ( ویده شو) هغه وفرمایل: «ویریږم چې د لمانځه څخه به ویده پاتې شئ، بلال وویل: زه مو راپاڅوم، نو څملاستل، او بلال خپلې سپرلۍ ته تکیه وکړه، نو سترګې پرې پټې شوې او ویده شو، نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم راویښ شو، حال دا چې د لمر سترګه راختلې وه، نو ویې وییل: ای بلاله، څه شو هغه څه چې تا وییل؟ هغه وویل: تر اوسه راباندې هیڅکله داسې خوب نه و راغلی، نو هغه وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ قَبَضَ أَرْوَاحَكُمْ حِينَ شَاءَ، وَرَدَّهَا عَلَيْكُمْ حِينَ شَاءَ». «الله چې کله غوښتل نو ستاسو روحونه یې قبض کړي وو، او کله یې چې خوښه شوه نو بیرته یې درته راوګرځول». بخاري (۵۹۵)، ابو داود (۴۳۹، ۴۴۰) او نسائي (۸۴۶) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا أَوَى أَحَدُكُمْ إِلَى فِرَاشِهِ فَلْيَنْفُضْ فِرَاشَهُ بِدَاخِلَةِ إِزَارِهِ، فَإِنَّهُ لَا يَدْرِي مَا خَلَفَهُ عَلَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ: بِاسْمِكَ رَبِّ وَضَعْتُ جَنْبِي، وَبِكَ أَرْفَعُهُ، إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَارْحَمْهَا، وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ. «کله چې یو ستاسو څخه خپل خوب ځای ته راشي نو خپله بستره دې د پای جامې په دننه برخې سره وڅنډي، ځکه دی نه پوهیږي چې په بستره څه پاتې شوي دي، بیا دې ووایي:بِاسْمِكَ رَبِّ وَضَعْتُ جَنْبِي، وَبِكَ أَرْفَعُهُ، إِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَارْحَمْهَا، وَإِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ. ای ربه ستا په نوم سره اړخ لګوم، او ستا په نوم یې پورته کوم، نو که زما روح دې قبض کړ؛ پرې ورحمیږه، او که دې پرېښود؛ نو ویې ساته په هغه څه سره چې د خپلو نیکو بندګانو ساتنه پرې کوې». بخاري (6320)، مسلم (2714)، ابوداود (5050)، ترمذي (3401) او ابن ماجه (3874) روایت کړی دی.
او مونږ پدې ایمان لرو چې د مړینې پر مهال روح له بدن څخه جلا کیږي، حق ذات فرمایلي دي: {كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُون}. (هر نفس د مرګ(مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ). [العنكبوت سورت: 57 آیت]. نو- روح - په مرګ سره له بدن څخه په بشپړه توګه جلا کیږي او لید یې تعقیبوي، له ام سلمه -رضی الله عنها- څخه روایت دی، هغې وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په داسې حال کې په ابو سلمه ورننوت چې سترګې یې خلاصې پاتې شوې وې نو سترګې یې پرې پټې کړې، بیا یې وویل: «إِنَّ الرُّوحَ إِذَا قُبِضَ تَبِعَهُ الْبَصَرُ...»، «روح چې کله واخیستل شي نو لید سترګي یې تعقیبوي...»، ( مسلم (920)، ابو داود (3118) او ابن ماجه (1454) روایت کړی دی. نو هغه لکه د بدن په څېر نه مړ کیږي، بلکه مرګ یې له بدن څخه جلاوالی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د مړينې پرمهال ملاېکې له جسدونو څخه روحونه راوباسي او یا ورته نعمت رسیږي او یا عذاب، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُون} [الأنعام: 93]. (او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د آیتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه).
نو ملاېک ساه وباسي، بیا پرې یا آساني راځي او یا عذاب، لکه څرنګه چې په جسد راځي، له البراء بن عازب - رضی الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له أنصارو څخه د یو سړي جنازې ته ووتو، تر دې چې قبر ته ورسیدو، او تر دې دمه لا لحد کې ایښودل شوی نه و، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم کېناست، او مونږ ترې چاپیره کیناستو - داسې وو - لکه زمونږ په سرونو چې مرغان وي، او په لاس کې یې یو ډکی (لرګی) و چې څمکه یې پرې ټوکله نو سر یې راپورته کړ او ویې فرمایل: «اسْتَعِيذُوا بِاللَّهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ مَرَّتَيْنِ، أَوْ ثَلَاثًا، ثُمَّ قَالَ:» په الله -تعالی- باندې د قبر له عذاب نه پناه وغواړئ ؛ دوه ځلې او یا درې ځلې بیا یې وفرمایل: «إِنَّ الْعَبْدَ الْمُؤْمِنَ إِذَا كَانَ فِي انْقِطَاعٍ مِنَ الدُّنْيَا وَإِقْبَالٍ مِنَ الْآخِرَةِ، نَزَلَ إِلَيْهِ مَلَائِكَةٌ مِنَ السَّمَاءِ بِيضُ الْوُجُوهِ، كَأَنَّ وُجُوهَهُمُ الشَّمْسُ، مَعَهُمْ كَفَنٌ مِنْ أَكْفَانِ الْجَنَّةِ، وَحَنُوطٌ مِنْ حَنُوطِ الْجَنَّةِ، حَتَّى يَجْلِسُوا مِنْهُ مَدَّ الْبَصَرِ، ثُمَّ يَجِيءُ مَلَكُ الْمَوْتِ عليه السلام حَتَّى يَجْلِسَ عِنْدَ رَأْسِهِ، فَيَقُولُ: أَيَّتُهَا النَّفْسُ الطَّيِّبَةُ، اخْرُجِي إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ». قَالَ: «فَتَخْرُجُ تَسِيلُ كَمَا تَسِيلُ الْقَطْرَةُ مِنْ فِي السِّقَاءِ، فَيَأْخُذُهَا، فَإِذَا أَخَذَهَا لَمْ يَدَعُوهَا فِي يَدِهِ طَرْفَةَ عَيْنٍ حَتَّى يَأْخُذُوهَا، فَيَجْعَلُوهَا فِي ذَلِكَ الْكَفَنِ، وَفِي ذَلِكَ الْحَنُوطِ، وَيَخْرُجُ مِنْهَا كَأَطْيَبِ نَفْحَةِ مِسْكٍ وُجِدَتْ عَلَى وَجْهِ الْأَرْضِ»، قَالَ: «فَيَصْعَدُونَ بِهَا، فَلَا يَمُرُّونَ - يَعْنِي: بِهَا - عَلَى مَلَإٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ، إِلَّا قَالُوا: مَا هَذَا الرُّوحُ الطَّيِّبُ؟ فَيَقُولُونَ: فُلَانُ بْنُ فُلَانٍ، بِأَحْسَنِ أَسْمَائِهِ الَّتِي كَانُوا يُسَمُّونَهُ بِهَا فِي الدُّنْيَا، حَتَّى يَنْتَهُوا بِهَا إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَسْتَفْتِحُونَ لَهُ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، فَيُشَيِّعُهُ مِنْ كُلِّ سَمَاءٍ مُقَرَّبُوهَا إِلَى السَّمَاءِ الَّتِي تَلِيهَا، حَتَّى يُنْتَهَى بِهِ إِلَى السَّمَاءِ السَّابِعَةِ، فَيَقُولُ اللَّهُ عز وجل: اكْتُبُوا كِتَابَ عَبْدِي فِي عِلِّيِّينَ، وَأَعِيدُوهُ إِلَى الْأَرْضِ، فَإِنِّي مِنْهَا خَلَقْتُهُمْ، وَفِيهَا أُعِيدُهُمْ، وَمِنْهَا أُخْرِجُهُمْ تَارَةً أُخْرَى». قَالَ: «فَتُعَادُ رُوحُهُ فِي جَسَدِهِ...». مؤمن بنده چې کله له دنیا سره د پریکون او آخرت ته د ورتګ په حال کې وي، نو له آسمان څخه ورته سپین مخې ملاېکې راښکته شي؛ مخونه یې لکه د لمر په څېر وي، دوی سره د جنت له کفنونو څخه یو کفن او له خوشبوییو څخه یوه خوشبویي وي، تر دې چې د سترګو د لید په واټن کې لرې ورڅخه کیني، بیا د مرګ ملاېکه - علیه السلام - راشي، تر دې چې سر ته یې کیني، نو وایي: ای پاکیزه روحه، د الله مغفرت او خوښۍ ته راووځه». وایې: «نو راووځي پداسې حال کې چې بهیږي به لکه څرنګه چې د مشک (چاټۍ) له خولې څخه اوبه څڅیږي، نو وایې خلي، نو چې کله یې واخلي د سترګو د رپ په اندازه یې په لاسونو کې نه پریږدي تر دې چې په هغه کفن او هغه خوشبویۍ کې یې ځای پر ځای کړي، او لدې څخه داسې ښایسته خوشبويي راوځي لکه د ځمکې پر مخ چې تر ټولو ښایسته خوشبویي وي»، وایې: « نو پورته یې کړي، په پورتنیو مخلوقاتو کې له ملاېکو څخه په هیچا نه تیریږي مګر دا چې هغوی وایي: دا څومره پاکیزه روح دی؟ نو دوی ورته وایي: فلانی د فلانی زوی دی، په هغه ښایسته نوم سره یې یاد کړي چې په دنیا کې به ورته اخیستل کیده، تر دې چې د دنیا آسمان ته یې ورسوي، نو د دروازې خلاصيدلو غوښتنه وکړي، نو ورته خلاصه شي، نو په هر آسمان کې ورته نیږدې مخلوقات له ملاېکو څخه یې تر بل آسمان پورې بدرګه کړي، تر دې چې اووم آسمان ته یې ورسوي، نو الله - عزوجل - وفرمایي: زما د بنده کتاب په علیین کې ولیکئ، او ځمکې ته یې بیرته وروګرځوئ، یقینا چې ما دوی له همغې څخه پیدا کړي دي، او همغې ته یې بیرته ورګرځوم، او بیرته یې ترې بیا ځلې راوباسم». وایي: نو روح یې بیرته جسد ته وروګرځول شي...». ابوداود (3212)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، ابوداود طیالسي (789)، عبدالرزاق (6324، 6737) او احمد (18534) روایت کړی دی. او لفظ د همده دی) رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې یادونه کړې چې روح راوځي، او بهیږي ، او قبض کیږي، او کفن کیږي،او پورته خیژول کیږي او بیرته راستنیږي، او دا ټول د مخلوق شان دی.
او موږ باور لرو چې روحونه د بدن له وتلو وروسته د قیامت تر ورځې پورې په نعمتونو او یا عذابونو کې ځای پر ځای کیږي، کعب بن مالک -رضي الله عنه- له رسول الله - صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: یقینا د مؤمن روح به د جنت په ونو کې یو مرغه وي، تر دې چې الله تعالی یې د قیامت په ورځ بیرته جسد ته وروګرځوي. نسائي (2073)، ترمذي (1641)، ابن ماجه (4271)، عبد الرزاق (484، 2681)، الحميدي (897) او احمد (15776، 15777) )) روایت کړی دی.
او له مسروق څخه روایت دی فرمایي: له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه مې د دې آیت په اړه پوښتنه وکړه: {وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُون} (او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړو ګومان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي). [آل عمران سورت: 169آیت]. وایې: مونږ د دې په اړه پوښتنه کړې ده، نو ویلي یې دي: «أَرْوَاحُهُمْ فِي جَوْفِ طَيْرٍ خُضْرٍ، لَهَا قَنَادِيلُ مُعَلَّقَةٌ بِالْعَرْشِ، تَسْرَحُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ شَاءَتْ، ثُمَّ تَأْوِي إِلَى تِلْكَ الْقَنَادِيلِ...». «روحونه به یې د شنو مرغانو په ګیډو کې وي، هغوی لره به داسې ډیوې وي چې په عرش کې به ځوړندې وي، الوتنه به کوي په جنت کې څرنګه چې غواړي، بیا به بیرته همغو ډیوو ته راځي...». ( مسلم (1887)، ترمذي (3011) او ابن ماجه (2801) روایت کړی دی.
کتاب الدین (د دین کتاب)
د کتاب لنډیز
او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - اسلام د دین په توګه خوښ کړی دی، او دا د ټولو انبیاوو او رسولانو - علیهم السلام - دین دی، او دا هغه فطرت دی چې الله پرې ټول خلک پیدا کړي دي، او دا هغه ژمنه ده چې الله - تعالی - له آدم او د هغه له اولادې څخه اخیستې ده.
او موږ باور لرو چې دا اسلام د ابراهیم علیه السلام وصیت دی خپلې اولادې ته، او همدارنګه دا د یعقوب - علیه السلام- وصیت هم دی خپلې اولادې ته، او دا تر ټولو غوره، پوره او کامل دین دی. او دا چې الله له هغه پرته بل دین نه مني.
او موږ باور لرو چې دا دین هغه دین دی چې جبریل الأمین -علیه السلام- پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او دې لره درجې دي: اسلام، ایمان او احسان، او هر یو یې رکنونه لري.
او دا دين هرې ښیګڼې لره رانغاړونکی دی، د زړونو او اعضاوو عملونو ته شاملیږي.
او مونږ پدې پوهیږو چې ایمان وینا، عمل او عقیده ده، او دا چې پیروان یې په عملونو کې یو پر بل غوره والی لري، او پدې ایمان لرو چې ایمان زیاتیږي اوکمیږي، په اطاعت سره زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي.
او پدې ګواهي ورکوو چې د ایمان خاوندان همدوی په دنیا او آخرت کې د کامیابۍ خاوندان دي، ورتګ یې جنت ته دی، سره لدې چې په مرتبو او درجو کې به یو له بل سره توپیر ولري.
او مونږ پوهیږو چې ډیری مبارک آیتونه او حدیثونه داسې راغلي دي چې په سنتو پر ټینګار او منګولو لګولو - امر کوي - او له مخالفت څخه یې منع کول کوي، لکه څرنګه چې له تفرقې او اختلاف څخه منع کوي.
باب دی پدې باره کې چې د اعتبار وړ دین د الله په نیز یواځې اسلام دی
او موږ ایمان لرو چې الله -جل جلاله- اسلام د دین په توګه خوښ کړی دی. {وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا}. (او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ) [المائدة سورت: 3 آیت]. او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ}. (بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى) [آل عمران سورت: 19 آیت]، او هغه د ټولو پیغمبرانو او رسولانو دین دی، الله تعالی د نوح - علیه السلام - په اړه د خبرتیا په توګه فرمایلي دي: {وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِين}. (او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه) [يونس سورت: 72 آیت]، او الله -تعالی- د ابراهیم -علیه السلام - په اړه فرمايلي دي: {إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِين}. (كله چې هغه ته خپل رب وويل: حكم منونكى شه، هغه وويل: زه د رب العلمين حكم منونكى شوم).
او موږ باور لرو چې الله - تعالی - زموږ لپاره دين بشپړ کړی دی او په هغه کې هيڅ ډول نيمګړتيا نشته، الله تعالی فرمايلي: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ) [المائدة سورت: 3 آیت]، او هغه تر ټولو غوره، بشپړ او کامل دین دی او دا دین د حنیفیت دین دی د ابراهیم ملت دی، متعال ذات فرمایلي دي: {وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلا}. (او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى). [النساء سورت: 125 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلاَّ مَن سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِين}. (او څوك دى چې د ابراهيم له ملت نه مخ اړوي، پرته له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او يقينًا يقينًا مونږه هغه (ابراهيم) په دنيا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په آخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى) [البقرة سورت: 130 آیت]. او حق ذات - جل جلاله - چې د نیکو نومونو خاوند د ابراهیم - علیه السلام - په اړه فرمایلي: {مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِين} (ابراهیم نه یهودي و او نه نصراني او لېكن حنیف (پوخ توحید والا) مسلمان و او له مشركانو څخه نه و). [آل عمران سورت: 67 آیت].
دا هغه فطرت دی چې الله تعالی پرې خلک پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} [(تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي]. [الروم سورت: 30 آیت].
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ، كَمَثَلِ البَهِيمَةِ تُنْتَجُ البَهِيمَةَ، هَلْ تَرَى فِيهَا جَدْعَاءَ»، هر ماشوم په فطرت سره پيدا کیږي، خو مور او پلار یې هغه یهودي یا نصراني او یا مجوسي کوي، لکه د څاروي په څېر چې بل څاروی (روغ رمټ) وزیږوي - آیا تاسو پکې پوزه یا غوږ پرې شوي وینئ؟ (معنا دا چې مور زادي یې غړي پرې نه وي بلکه وروسته یې ورته خلک پرې کوي). بیا أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایي: {فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ} (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي؛ د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [الروم سورت: 30 آیت]. (بخاري (۱۳۸۵)، مسلم (۲۶۵۸)، ابوداود (۴۷۱۴) او ترمذي (۲۱۳۸) روایت کړی. دا هغه ژمنه ده چې الله - تعالی- د آدم او د هغه له اولادې اخیستې ده. {وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتَ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِين}. (او كله چې ستا رب د آدم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو). [الأعراف سورت: 172 آیت].
او موږ دا باور لرو چې الله - تعالی - لدې پرته بل دین نه مني. {وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين}. (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى). [آل عمران سورت: 85 آیت].
( باب الاسلام ) باب دی د اسلام په اړه
او موږ ایمان لرو چې دا دین؛ هغه دین دی چې جبرائیل امین -علیه السلام- پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل کړی دی، او دا مرتبې لري - چې عبارت دي له -: اسلام، ایمان او احسان څخه، او هر یوه یې بنسټونه لري. فعن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ، إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ، حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ، وَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ، أَخْبِرْنِي عَنِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا»، قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَعَجِبْنَا لَهُ يَسْأَلُهُ، وَيُصَدِّقُهُ. قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ، قَالَ: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»، قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِحْسَانِ، قَالَ: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ». قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ السَّاعَةِ، قَالَ: «مَا الْمَسْؤولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ». قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنْ أَمَارَتِهَا، قَالَ: «أَنْ تَلِدَ الْأَمَةُ رَبَّتَهَا، وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ»، قَالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ، فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ، أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ». له عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه فرمایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه ورځ ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې. تک تور ويښتان يې و، د سفر کومه نښه په کې نه لیدل کېده، او له موږ څخه هیچا هم نه پېژنده، تر دې چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته ویې وویل: ای محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه، هغه وفرمایل: اسلام: دا دی چی ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه ورته لاره پيدا كړاى شې-. ويې ويل: "ته رښتيا وایي". موږ حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه" هغه وویل: " هغه دا چی په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او په تقدیر باور ولرې؛ په خیر او شر یی" هغه وویل: "رښتیا دې وویل". هغه وویل: "د احسان په اړه خبر راکړه ." هغه وویل: "د الله عبادت کول په داسې حال چې ګویا کې ته الله وینې، خو که چېرته ته هغې نه ګورې نو بیشکه چې الله ما ګوري". ويې وییل: ماته د قيامت په اړه خبر راکړه، ويې فرمایل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوهه نه دى، هغه وويل: د هغه نښې راته ووايه". ويې ويل: "دا چې وینزه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابل (لوڅ پښې)، بربنډ ،محتاج ،شپانه یو له بله په ابادیو کې وړاندیوالی کوي". بیا هغه روان شو، یو څه وخت تیر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرمایل: دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي». (مسلم (8)، ابوداود (4695)، ترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی.
او یقینا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په نورو احادیثو کې د اسلام رکنونه تشریح کړې او فرمایلي دي: «بُنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول». بخاري (8)، مسلم (16)، ترمذي (2609) او نسائي (5001) روایت کړی دی. وعن طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه قال: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ أَهْلِ نَجْدٍ ثَائِرَ الرَّأْسِ، يُسْمَعُ دَوِيُّ صَوْتِهِ، وَلَا يُفْقَهُ مَا يَقُولُ، حَتَّى دَنَا، فَإِذَا هُوَ يَسْأَلُ عَنِ الإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «خَمْسُ صَلَوَاتٍ فِي اليَوْمِ وَاللَّيْلَةِ». فَقَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهَا؟ قَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ». قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «وَصِيَامُ رَمَضَانَ». قَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهُ؟ قَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ». قَالَ: وَذَكَرَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الزَّكَاةَ، قَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهَا؟ قَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَوَّعَ». قَالَ: فَأَدْبَرَ الرَّجُلُ، وَهُوَ يَقُولُ: وَاللَّهِ لَا أَزِيدُ عَلَى هَذَا وَلَا أَنْقُصُ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «أَفْلَحَ إِنْ صَدَقَ». او له طلحة بن عبید الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم ته د نجد له خلکو څخه یو سړی پداسې حال کې راغی چې ویښتان یې ګډوډ و، د غږ انګازه یې اوریدل کېده، خو په خبرو یې پوهېدل نه کېدل، تر دې چې رانږدې شو، نو ګورو چې هغه د اسلام په اړه پوښتنه کوي، نو رسول الله - صل الله علیه وسلم - وفرمایل: په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ دی، هغه وویل: آیا نور څه راباندې شته؟ ویې وییل: «نه، مګر دا چې نفل وکړې». رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: "او د رمضان روژه". ویي وییل: آیا نور څه راباندې شته؟ ویې فرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي روژې ونیسې» وایې: او رسول الله - صلی الله علیه وسلم ورته د زکات یادونه وکړه، ویې وییل: آیا نور څه راباندې شته؟ ویې فرمایل: «نه، مګر دا چې خیرات ورکړې» وایې: سړي شا کړه - او روان شو - پداسې حال کې چې وییل یې: په الله مې دې قسم وي چې پر دې به نه څه زیات کړم او نه به ترې څه کم کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "هغه به بریالی شي که په رښتیا وي". بخاري (46)، مسلم (11)، ابوداود (391) او النسائي (458) روایت کړی.
او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَة} (هعوی(اهل کتابو ) ته حکم نه و شوی مګر د دې چې عبادت دې وکري د الله په دې حال کې چې اخلاص کونکي به وي هغه لره په طاعت کې ولاړ به وي په توحید او بیزاره به وي د شرک نه او دروي به لمونځ او ورکوي به زکات او دا مضبوط دین دی. [البينة سورت: 5 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيم} (نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات اداء كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [التوبة سورت: 5 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ} (نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات اداء كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې). [التوبة سورت: 11 آیت]. او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلَامِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ». «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قایم کړي، زکات ورکړي، کله یې چې - دا کارونه - وکړل نو زما څخه یې وینې او مالونه په امن کې شول مګر د اسلام لپاره، او حساب یې پر الله تعالی دی». (بخاري (25) او مسلم (22) روایت کړی دی.
وعن أبي موسى رضي الله عنه قال: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الإِسْلَامِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ المسلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ». او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: هغوی وویل: ای د الله رسوله ! کوم اسلام غوره دی، ویې فرمایل: څوک چې مسلمانان یې د ژبې او لاس څخه په امن کې وي». بخاري (11)، مسلم (42)، ترمذي (2504) او نسائي (4999)روایت کړی دی.
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إِسْلَامُهُ، يُكَفِّرُ اللَّهُ عَنْهُ كُلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفَهَا، وَكَانَ بَعْدَ ذَلِكَ القِصَاصُ: الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ، وَالسَّيِّئَةُ بِمِثْلِهَا إِلَّا أَنْ يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا». « کله چې یو څوک په حقیقي توګه مسلمان شو - داسې چې ظاهر او باطن یې یو ډول و، الله تعالی به ورته هره بدي وبخښي چې وړاندې - له اسلام څخه - یې کړېده نو - په اسلام کې پاتې ژوند به یې قصاص وي، نیکي په لس چنده، تر اووه سوه چنده پورې، او بدي د بدۍ په اندازه مګر دا چې الله ورته ترې تیر شي». (بخاري – معلق روایت کړی دی– (۴۱) او نسائی (۴۹۹۸) .
باب دی د ایمان په باره کې
او موږ ایمان لرو چې ایمان د دین دویمه مرتبه ده، او هغه لکه څرنګه چې جبریل -علیه السلام- ته د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کې راغلي دي کله یې چې ترې د ایمان په اړه پوښتنه وکړه ویې وییل: «فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ، قَالَ: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»، قَالَ: صَدَقْتَ، ... قَالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ». نو د ایمان په اړه خبر راکړه، ویې فرمایل: « چې په الله، ملاېکوو یې، کتابونو یې، پیغمبرانو یې، او د آخرت په ورځ ایمان ولرې، او د خیر او شر په اندازې ایمان ولرې» ویې وییل: ریښتیا دې وویل،...وایې: بیا لاړ، لږ ځنډ مې وکړ، بیا یې راته وویل: ای عمره! آیا پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟» ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وییل: یقینا هغه جبریل و، راغلی و تر څو تاسو ته ستاسو دین دروښایي». (مسلم (8)، ابو داود (4695)، ترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی).
او ایمان که څه هم پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د جبریل په مخکني حدیث کې په ځانګړې معنی سره پدې الفاظو تشریح کړی دی: «تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»؛ «چې په الله، په ملاېکو یې، کتابونو یې، پيغمبرانو یې او د آخرت په ورځ ایمان ولرې او د خیر او شر په اندازه ایمان ولرې» سره لدې بیا هم په عامې معنی سره ایمان هر خیر او ښېګڼې ته شاملیږي، د زړونو او اندامونو عملو ته هم شاملیږي، متعال حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُون* (بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون* هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي. أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيم}. همدغه خلک په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى). [الأنفال سورت: 2-4 آیتونه].
او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم - د عبد القیس استازو ته - د اسلام په ښکاره - شعایرو سره تفسیر کړی دی، په صحیحینو کې له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي: «إِنَّ وَفْدَ عَبْدِ القَيْسِ لَمَّا أَتَوُا النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «مَنِ القَوْمُ؟ -أَوْ مَنِ الوَفْدُ؟-» قَالُوا: رَبِيعَةُ. قَالَ: «مَرْحَبًا بِالقَوْمِ، أَوْ بِالوَفْدِ، غَيْرَ خَزَايَا وَلَا نَدَامَى»، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّا لَا نَسْتَطِيعُ أَنْ نَأْتِيكَ إِلَّا فِي الشَّهْرِ الحَرَامِ، وَبَيْنَنَا وَبَيْنَكَ هَذَا الحَيُّ مِنْ كُفَّارِ مُضَرَ، فَمُرْنَا بِأَمْرٍ فَصْلٍ، نُخْبِرْ بِهِ مَنْ وَرَاءَنَا، وَنَدْخُلْ بِهِ الجَنَّةَ، وَسَأَلُوهُ عَنِ الأَشْرِبَةِ، فَأَمَرَهُمْ بِأَرْبَعٍ، وَنَهَاهُمْ عَنْ أَرْبَع: أَمَرَهُمْ بِالإِيمَانِ بِاللَّهِ وَحْدَهُ، قَالَ: «أَتَدْرُونَ مَا الإِيمَانُ بِاللَّهِ وَحْدَهُ؟» قَالُوا: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «شَهَادَةُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامُ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءُ الزَّكَاةِ، وَصِيَامُ رَمَضَانَ، وَأَنْ تُعْطُوا مِنَ المغنَمِ الخُمُسَ». وَنَهَاهُمْ عَنْ أَرْبَعٍ: «عَنِ الحَنْتَمِ، (الحنتم: جرار مدهونة كانت تحمل فيها الخمر. النهاية في غريب الحديث (448/1).) وَالدُّبَّاءِ، (الدباء: القرع، وكانوا ينتبذون فيها فتسرع الشدة في الشراب. النهاية في غريب الحديث (96/1).) وَالنَّقِير، (النقير: أصل النخلة ينقر وسطه ثم ينبذ فيه التمر ويلقى عليه الماء؛ ليصير نبيذًا مُسْكرًا. النهاية في غريب الحديث (104/5)) وَالمزفَّتِ، وَرُبَّمَا قَالَ: المقيَّرِ» وَقَالَ: «احْفَظُوهُنَّ، وَأَخْبِرُوا بِهِنَّ مَنْ وَرَاءَكُمْ». «د عبد القیس پلاوی چې کله پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته راغی هغه وویل: «دا خلک څوک دي؟ او یا پلاوی څوک دي؟ » هغوی وویل: د ربیعة - قبیله ده - ویې فرمایل: « قوم او یا پلاوی دې په خیر راشي،نه خجالت او نه پښېمانه» هغوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ نشو کولای تاته د محرم له میاشتې پرته په بل وخت کې راشو، او زمونږ او ستاسو تر منځ د مضر قبیلې د کفارو دا کلی دی، نو مونږ ته غوڅه خبره وکړه، مونږ به پرې زمونږ تر شا خلک خبر کړو، او چې جنت ته پرې داخل شو، او د څښاکونو په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو په څلورو کارونو یې ورته امر وکړ، او له څلور- ډوله څښاکونو - څخه یې منع کړل: په یو الله په ایمان راوړلو یې ورته امر وکړ، ویې وییل: « آیا پوهیږئ چې په یو الله ایمان څه شی دی؟ » هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او محمد د الله رسول دی، او د لمانځه قائمول، او د زکاة ورکول، او رمضان روژه، او دا چې له غنیمت څخه پنځمه حصه ورکړئ». او له څلورو څخه یې منع کړل؛ له حنتم څخه ( حنتم: هغه له کردوڼي جوړې شوې چاټیو ته ویل کیږي چې د شرابو د ساتلو په موخه به خلکو غوړولې). النهایة فی غریب الحدیث (448/1).) او دباء: کدو ته وییل کيږي، دوی به په هغه کې شراب ورتوی کړل، نو بیا به ترې په چټکۍ سره شراب جوړیدل. النهاية في غريب الحديث (96/1). او له النقیر: د خرما تنې یا ډډ ته وایي چې منځ یې کېندل شوی وي بیا په هغې خرما اچول کیږي او د پاسه پرې اوبه ورتوییږي - تر څو ترې نشه کوونکي شراب جوړ شي - النهاية في غريب الحديث (104/5). او المزفت یا المقيَّرِ» هغه لوښي ته وایي چې اسفالت یا قیر شوی وي، او ویې فرمایل: «دا خبرې یادې کړئ، او تر شا مو پرې نور خلک خبر کړئ». بخاري (53)، مسلم (17)، ابوداود (3692)، ترمذي (2611) او النسائي (5031) روایت کړی دی.
او بخاری رحمه الله په خپل صحیح کې د دې لپاره باب ایښی دی او ویلي یې دي: «باب أمور الإيمان، وقول الله تعالى: د ایمان د کارونو په اړه باب. {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون} (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي) [البقره سورت: 177 آیت].
او موږ باور لرو چې ایمان قول، عمل او باور دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « ایمان څه د پاسه اویا - یا څه د پاسه شپیته برخې لري، نو غوره یې د : لا اله الا الله وینا ده، او تر ټولو ښکته یې د لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي، او حیا د ایمان یوه برخه ده». بخاري (9) او مسلم (35) روایت کړی او لفظ د همده دی، اوابوداود (4676)، ترمذي (2614)، نسائي (5005) او ابن ماجه (57) روایت کړی دی).
او مونږ ایمان لرو چې د ایمان خاوندان په عملونو کې یو پر بل غوره والی لري، أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - له نبي - صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «يَدْخُلُ أَهْلُ الجَنَّةِ الجَنَّةَ، وَأَهْلُ النَّارِ النَّارَ، ثُمَّ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَخْرِجُوا مِنَ النَّارِ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ. فَيُخْرَجُونَ مِنْهَا قَدِ اسْوَدُّوا، فَيُلْقَوْنَ فِي نَهَرِ الحَيَا، أَوِ الحَيَاةِ -شَكَّ مَالِكٌ- فَيَنْبُتُونَ كَمَا تَنْبُتُ الحبَّةُ فِي جَانِبِ السَّيْلِ، أَلَمْ تَرَ أَنَّهَا تَخْرُجُ صَفْرَاءَ مُلْتَوِيَةً؟!». «جنتیان به جنت ته داخل شي، او دوزخیان اور ته، بیا به الله تعالی وفرمایي: له اور څخه هر هغه څوک راوباسئ چې په زړه کې یې د اوري د دانې په اندازه ایمان هم وي، نو ورڅخه به رااویستلی شي پداسې حال کې چې تور شوي به وي، نو د الحیا یا الحیاة په نهر کې به ورواچولی شي - مالک شکي دی چې کوم لفظ یې کارولی- نو داسې به راشنه شي لکه څرنګه چې د خوړ د غاړې تخم راشین کیږي، ایا ته نه ګورې چې هغه زیړ تاوراتاو شین كيږي؟!». (بخاري (۲۲) او مسلم (۱۸۴) روایت کړی دی.
او له أبو أمامة بن سهل بن حنیف څخه روایت دی چې هغه له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه اوریدلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ، رَأَيْتُ النَّاسَ يُعْرَضُونَ عَلَيَّ، وَعَلَيْهِمْ قُمُصٌ، مِنْهَا مَا يَبْلُغُ الثُّدِيَّ، وَمِنْهَا مَا دُونَ ذَلِكَ، وَعُرِضَ عَلَيَّ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ، وَعَلَيْهِ قَمِيصٌ يَجُرُّهُ». قَالُوا: فَمَا أَوَّلْتَ ذَلِكَ، يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «الدِّينَ». «په داسې حال چې زه ویده وم، ومې لیدل چې خلک راته راښودل کیږي، او هغوی کمېسونه لري، ځینې تر سینو پورې وي، او ځینې له هغې نه لاندې، او عمر رضی الله عنه راته وښودلی شو، د هغه پر تن یو کمیس و چې ځان پسې یې راښکه، هغوی وویل: نو تا -دا خوب- څنګه تعبیر کړ ای د الله رسوله٬ هغه وویل: «په دین سره». (بخاري (23)، مسلم (2390)، او ترمذي (2285) روایت کړی، او په هغه کې راغلي: او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ځېنو ملګرو څخه روایت دی، او نسائی هم روایت کړی دی.
او مونږ عقیده لرو چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، په اطاعت سره زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي، الله تعالی فرمایلي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى} (مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې پر خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى ته هدایت ورزیات كړي وو) [الكهف سورت: 13 أيت]، او فرمایلي یې دي: {وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا} (او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى) [المدثر سورت: 31 آیت].
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ شَعِيرَةٍ مِنْ خَيْرٍ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ بُرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ ذَرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ». «هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي او په زړه کې یې د یوې وربشې د وزن په اندازه خیر وي، او هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي او په زړه کې یې د غنم د وزن په اندازې خیر وي، او هر هغه څوک به له اور نه راوځي چې (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) یې ویلي وي اوپه زړه کې یې د یوې ذرې د وزن په اندازه خیر وي». بخاري (۴۴)، مسلم (۱۹۳) او ترمذي (۲۵۹۳) روایت کړی.
او عمر بن عبدالعزیز عدي بن عدي ته لېکلي وو: «ایمان احکام، قوانین، حدود او تګلارې لري، نو څوک یې چې بشپړ کړي ایمان به یې بشپړ کړي وي، او څوک چې یې بشپړ نه کړي ایمان به یې بشپړ کړی نه وي، نو که زه ژوندی وم، زه به یې تاسو ته تشریح کړم تر څو پرې عمل وکړئ او که مړ شوم، نو زه مو ملګرتیا ته چندان لیواله نه یم». (بخاري معلق راوړی دی (1/10)، او ابن ابي شیبه په المصنف (31084) او په الایمان (135) کې، خلال په السنن (1162، 1553) کې، ابن بطوطه په الابانة (۱۱۶۶) کې او اللالکائي په شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة کې (۱۵۷۲).
معمر، سفیان الثوري، مالک بن انس، ابن جریج او سفیان بن عیینه ټولو به وییل: "ایمان قول او عمل دی، زیاتیږي او کمیږي". (الابانة الکبری (2/806) او الشریعة د: الآجري (2/606).
حافظ ابوبکر عبدالله بن الزبیر الحُميديُّ ويلي: «.. او دا چې ایمان قول او عمل دی، زیاتیږي او کمیږي، او قول له عمل پرته هیڅ ګټه نه لري، او هیڅ قول او عمل پرته له نیت څخه اعتبار نه لري، او له سنتو پرته هیڅ قول، عمل او نیت اعتبار نه لری». (اصول السنة د: الحميدي (۳۷ مخ)).
او خلال ویلي: «عبدالملک المیموني خبر راکړی فرمایي چې: یعلی بن عبید له شپیتو کلونو څخه زیات مخکې راته وویل چې: ایمان قول او عمل دی، او څوک چې روژه نیسي، لمونځ کوي او نیک عمل کوي، په ایمان کې تر هغه چا زیات دی چې هغه غلا او زنا کوي». (السنة د: ابوبکر بن الخلال (۳/۵۹۰))
او ابن ابی حاتم ویلي دي: "ما له خپل پلار او ابو زرعه څخه د دین په اصولو کې د اهل سنت د مذهبونو په اړه وپوښتل، او پدې اړه د ټولو سیمو د علماوو د نظر په اړه چې دوی څه عقیده لري، نو هغوی دواړو وویل: مونږ چې علما په ټولو سیمو کې لیدلي دي لکه : حجاز، عراق، شام او یمن، نو د هغوی مذهب دا و چې: ایمان قول او عمل دی، زیاتیږی او کمیږي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة(1/198) او : عقیدة السلف - چې د ابن ابی زید القیرواني مقدمه ده د خپل کتاب الرساله لپاره (29 مخ).
او لالکائي ویلي: «ایمان قول او عمل دی، او د فقهاوو له جملې څخه: مالک بن انس، عبدالعزیز بن ابي سلمه الماجشون، لیث بن سعد، الاوزاعي، سعید بن عبدالعزیز، ابن جریج، سفیان بن عينه، فضيل بن عياض، نافع بن عمر الجمحي، محمد بن مسلم الطائفي، محمد بن عبدالله بن عمرو بن عثمان بن عفان، المثنا بن الصباح، الشافعي، عبدالله بن الزبیر الحمیدي، ابو ابراهیم المزني، سفیان الثوري، شریک، ابوبکر بن عیاش، وکیع، حماد بن سلمه، حماد بن زید، یحیی بن سعید القطان، عبدالله بن المبارک، ابو اسحاق الفزاري، النضر بن محمد المروزي، النضر بن شمیل، احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه، ابو ثور او ابو عبيد -دا ټول- پدې نظر دي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة د امام لالکائي (۴/ ۹۱۳)).
ابو عبدالله بن ابي زمنین په خپل کتاب "اصول السنة" کې ویلي: «باب دی پدې اړه چې ایمان قول او عمل دی: او د اهل سنت وینا ده چې: ایمان؛ الله ته په زړونو کې اخلاص، په ژبو سره ګواهي، په اندامونو عمل او دا هر څه د سنت مطابق برابرول دي». (اصول السنة مخ 207).
(بــاب الإحــســـان) باب دی د احسان په اړه
او مونږ ایمان لرو چې (احسان) د دین له مرتبو څخه دریمه مرتبه ده، او هغه لکه څرنګه چې جبریل -علیه السلام- ته د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کې راغلي دي کله یې چې ترې د احسان په اړه پوښتنه وکړه او ویې وییل: «فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِحْسَانِ، قَالَ: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ...». قَـالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُـولُهُ أَعْلَمُ، قَـالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ». «نو د احسان په اړه خبر راکړه، ویې فرمایل: « چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې ګورې، نو که چیرته یې ته نه ګورې نو هغه خو تا ګوري...» وایې: بیا لاړ، لږ ځنډ مې وکړ، بیا یې راته وویل: ای عمره! آیا پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟» ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې وییل: یقینا هغه جبریل و، راغلی و تر څو تاسو ته ستاسو دین دروښایي». ( مسلم (8)، ابو داود (4695)، الترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی.
اوحق ذات- جل جلاله- خبر ورکړی چې د دې حقیقي دین خلک به جنت ته ځي، سره له دې چې د دوی درجې او مرتبې به سره توپیر ولري- برابره خبره ده که دوی د اسلام یا د ایمان او یا هم د احسان خاوندان وي، الله تعالی د لوی شان او شوکت خاوند فرمایلي: {وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِير * (او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكي دي د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى. ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِير* بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبي كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى. جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِير* د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي. وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُور}. او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى). [فاطر سورت: 31-34 آیتونه].
(بــاب الأمر بـلـزوم السنـة والتمسـك بهـا) باب دی: په سنتو د ټینګار او پرې د ټېنګ پاتې کېدلو په اړه
په مبارکو آیتونو او حدیثونو کې د سنت په مراعتولو او پرې ټینګ پاتې کېدلو امر راغلی، له مخالفت څخه یې ویرول شوي، او له بې اتفاقۍ او اختلاف څخه ممانعت راغلی دی، الله تعالی فرمايلي: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب سورت: 21 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ} (بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې) [الأنعام سورت: 159 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ}. (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحې كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ)، [الشورى سورت: 13 آیت].
او له جابر بن عبد الله - رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ، وَشَرُّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ». أما بعد: تر ټول غوره وینا د الله کتاب دی، او په لارښوونو کې غوره لارښوونه د محمد - صلی الله علیه وسلم- ده، او (په دین کې ) تر ټولو ناوړه کارونه هغه دي چې نوي وي، او هر بدعت ګمراهي ده. (مسلم په (۸۶۷)، نسائي (۱۵۷۸)، ابو داود (۲۹۵۴) او ابن ماجه (۴۵) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: «مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى». «زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي» هغوی وویل: ای د الله رسوله! او څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرمایل: «چا چې زما پیروي وکړه هغه جنت ته داخل شو او چا چې زما نافرماني وکړه هغه انکار وکړ». (بخاري په (7280) شمېره روایت کړی دی).
او له عرباض بن ساریه رضي الله عنه څخه روایت دی: «وَعَظَنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا بَعْدَ صَلَاةِ الْغَدَاةِ مَوْعِظَةً بَلِيغَةً ذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُونُ وَوَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ، فَقَالَ رَجُلٌ: إِنَّ هَذِهِ مَوْعِظَةُ مُوَدِّعٍ، فَمَاذَا تَعْهَدُ إِلَيْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ يَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ؛ فَإِنَّهَا ضَلَالَةٌ، فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَعَلَيْهِ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ». چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته یوه ورځ د سهار له لمانځه څخه وروسته یوه په زړه پورې خطبه راکړه، چې له امله یې - د خلکو - له سترګو اوښکې وبهیدې او زړونه ولړزېدل، يو سړي وويل: دا خو داسې ده لکه د الله په امانۍ خطبه، نو مونږ ته څه وصیت کوې ای د الله رسوله! هغه وفرمایل: له الله تعالی څخه په ویرې درته وصیت کوم، او له -چارواکو - په اورېدلو او اطاعت کولو؛ که څه هم - پر تا سو ټاکل شوی امیر - یو حبشي غلام وي او یقینا که ستاسو څخه څوک ژوندی پاتې شي، نو ډېر اختلاف به وويني، نو - په دین کې - له نوښت څخه ډډه وکړئ، ځکه دا ګمراهي ده، که چیرته له تاسو څخه پر چا دا حالات راغلل نو هغه دې زما د سنتو او د خلفای راشدینو د سنتو پیروي وکړي؛ ځکه هغوی په سمه لار دي، د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ». (ابو داود (4607)، ترمذي (2676)، ابن ماجه (42)، احمد (17416)، دارمي (96) روایت کړی او دا حديث امام ترمذي صحيح بللى دى.
او بخاري په خپل صحیح کې په کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة کې ویلي: باب الاقتداء بسنن رسول الله صلی الله علیه وسلم - و قول الله سبحانه وتعالی {وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا} [الفرقان سورت : 74 آیت] یعنې (او مونږ د متقیانو لپاره امامان وګرځوه)، فرمایي: هغه امامان مونږ به پخوانو پسې اقتداء کوو او روستني به کونږ پسې اقتداء کوي، ابن عون ویلي: درې شیان دي چې د ځان او د خپلو ورونو لپاره یې خوښوم: دا سنت؛ چې زده یې کړي او په اړه یې پوښتنه وکړي، او قرآن چې ځان پرې پوهه کړي او په اړه یې پوښتنه وکړي، او خلک پریږدې مګر هغوی چې غوره وي». (صحيح البخاري (8/ 139).
كتـاب الإيمــان بالله کتاب دی په الله تعالی د ایمان په اړه
د کتاب لنډیز
او موږ باور لرو چې الله لومړی دی او له هغه څخه مخکې هیڅ شی نشته، هغه وروستی دی او له هغه څخه وروسته هیڅ شی نشته او مونږ ته يې ځان راپیژندلی چې هغه پخپله همغه ذات دی چې یواځې یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړي او دا چې هغه د آسمانونو او ځمکې اصلي مالک دی او دا چې هغه پاک ذات شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننباسي، او دا حاضر کاینات شاهدي ورکوي چې یواځې همغه ذات یې پيدا کوونکی دی او له هغه سره بل هیڅ پیدا کوونکی نشته.
او له خپلو هغو دلایلو څخه یې يادونه وکړه چې ثابتوي چې هغه یواځې د دې کايناتو خالق دى، ډېر دليلونه یې وړاندې کړل چې احاطه پرې شونې نده، او پر مونږ په هغه څه سره حجت قائم کړ چې مونږ یې په خپلو ځانونو او چاپیریال کې ګورو.
او مونږ ایمان راوړو په هغه څه چې انبیاوو او رسولانو پرې ایمان راوړی دی، او په هغه دلایلو یقین لرو چې په الله پاک باندې دلالت کوي.
او مونږ ایمان لرو چې همغه الله پيدا کوونکی دی، او مخلوق یې بې ځایه نه دی پیدا کړی. بلکې دا پیاوړی مخلوق دی چې د یو ستر هدف لپاره رامنځته شوی.
او داسې نور دلیلونه چې په قران کریم کې ورڅخه زیاته یادونه شوې ده، لکه څرنګه چې په «الأنعام»، «النحل» او نورو سورتونو کې بې شمېره زیات دلیلونه او شواهد راغلي دي چې ټول د الله تعالی په وجود (شتون) او د هغه په ربوبیت دلالت کوي، او هغه عقلي دلیلونه او ستر حجتونه دي، چې هیڅوک د هغه په څېر او یا ورته نږدې دلیلونه نه شي راوړلای، او هغه په تنوع کې د ټولو مخلوقاتو لپاره مناسب دي، او پر هغوی د حجت قائمولو لپاره بسنه کوي، که څه هم کافران ترې انکار کوي، او باطل پرسته یې بد ګڼي، او آیا له کافر سره پرته له انکار څخه بل دلیل شته؟!
او مونږ ایمان لرو چې الله په خپل ربوبیت کې یو دی، او یواځې هغه پیدا کوونکی دی، او همغه ذات دی چې پيدایښت یې پیل کړی او هیچا ورسره پکې ګډون ندی کړی، او الله په خپل امر سره پيدا کول کوي، او هغه پاک ذات د خپلې خوښې د اسبابو سره پيدا کول کوي، او له هغه پرته چې څه دي ټول مخلوقات دي.
او موږ باور لرو چې الله تعالی د ټولو شیانو مالک، خالق، کار ساز او مالک دی، او هغه پکې تصرف کوونکی دی، او هیڅ مخلوق د دې حق نلري چې د خپل ځان د چارو اداره وکړي، یا د بل د چارو اداره وکړي مګر هغه څه چې الله مقدر کړي وي.
او موږ باور لرو چې هغه ریښتینی مالک دی او له هغه پرته نور ټول - د هغه - ملکیت دی، او د هر پادشاه پادشاهي باطله او یا لنډه مهال او له منځه تلونکې ده.
او موږ ایمان لرو چې یواځې پاک الله هغه ذات دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، او همغه ذات دی چې مرګ او ژوند یې پیدا کړی او همغه ذات دی چې نفسونه اخلي.
او مونږ ایمان لرو چې هغه رزق ورکوونکی د غښتلي ځواک خاوند دی، له هغه پرته بل هیڅوک رزق ورکوونکی نشته، او له هغه پرته بل ذات نشته چې بسنه پرې وشي، او موږ ایمان لرو چې الله پاک په خپل علم سره هر څه راګیر کړي دي، د هغه له علم څخه هیڅ وړه او غټه نه پټیږي او هغه پاک ذات په پټو او ښکاره و خبر دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په غلبې او واکدارۍ سره هر شي د خپل تسلط لاندې راوستی دی،
او موږ ایمان لرو چې الله تعالی لره خالقیت او واکمني ده، نه له هغه پرته بل رب شته او نه له هغه پرته بل قانون جوړوونکی، هغه همغه ذات دی چې مخلوقات یې پیدا کړي او قوانین یې جاري کړي، فرضي کړنې یې فرض کړي، دین یې بیان کړی، او هغه د دې ټولو مالک دی، او یواځې هغه د دوی سره په حساب کولو او دوی ته د سزا ورکولو ځواک لري.
او مونږ ایمان لرو چې متعال رب د بندګانو او د هغوی د کړنو پیدا کوونکی دی.
او مونږ دا عقیده لرو چې یواځې د الله په ربوبیت ایمان لرل د انسان لپاره بسنه نه کوي چې مؤمن شي، او دا ایمان خپل خاوند جنت ته نه شي ننویستلی؛ ځکه هغه پدې ایمان ندی راوړی چې الله حق معبود دی، او دا چې باید عبادت ونه شي مګر د یو الله.
او موږ ایمان لرو چې الله په خپل الوهیت کې یو دی، او دا چې له الله پرته بل معبود نشته مګر یواځې همغه الله دی چې شریک نه لري، او هغه حق دی او دا چې دوی له هغه پرته نور څه رابلي هغه باطل دي. او دا هغه ستره چاره ده چې له امله یې الله کتابونه نازل کړي، پيغمبران یې رالیږلي، جنت او دوزخ یې پیدا کړي او پدې - خبره - د امت جمهورو علماوو اجماع کړې ده، او فطرت پرې دلالت کوي، او سالم عقلونه پرې ګواهي ورکوي، او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې د پيغبرانو - علیهم السلام - بلنه خپلو قومونو ته هغه: د یو الله عبادت ته بلنه او له هغه پرته د بل چا د عبادت پرېښودل دي.
او حق عبادت هغه دی چې الله رب العالمین ته وشي، او د سید المرسلین د لارښوونې سره سم وي؛ ځکه چې له هغه پرته د نورو ټولو معبودانو عبادت باطل دي.
او دا د الله د دین له پياوړو رکنونو څخه یو رکن دی - کوم چې د یوازیني الله د یووالي ثبوت او له هغه پرته د بل چا له عبادت څخه انکار دی - دا د دین د میچنې محور(د ژرندې پل) - او د پېغمبرانو د بلنې ستن ده او معنا یې ده: د خالق یووالی د مخلوقاتو په عمل سره ( یعنې دا چې یواځې یو الله د بندګانو د کړنو پیدا کوونکی دی)
او ډیری وختونه الله تعالی په قرآن کې په خپلو بنده ګانو باندې په خپل ربوبیت سره استدلال کوي، هغه ربوبیت چې له هغه څخه د یو الله پاک عبادت لازمیږي.
او موږ ایمان لرو چې د دې لویو کَوني نښانو(کاینات۹ پيدا کوونکی یواځې همغه الله پاک دی، او دا چې له هغه سره بل خالق نشته، نو پکاره نده چې له هغه سره د بل چا عبادت وشي.
او الله -جل جلاله- په خپل وحدانیت شاهدي ورکوونکي دلیلونه په بېلابیل ډول وړاندې کړل،تر څو پرې حجت قائم کړي، او لاره پرې روښانه کړي؛ تر څو د خلکو لپاره په الله تعالی کوم دلیل پاتې نه شي.
او الله جل جلاله ته د هغه په الوهیت او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته په پيغمبرۍ اقرار کول؛ هغه څه دي چې الله جل جلاله د انسان لپاره پر هغه[ الله ] د ایمان راوړلو او یا کافریدلو لپاره حد ټاکلی دی.
او په الله - تعالی - باندې د ایمان لرلو سره په طاغوت کافریدل ، او له شرک او مشرکانو څخه بې زاري حتمي - خبره - ده.
او د دې ایمان لپاره بسنه نه کوي چې یواځې په زړه کې وي، بلکې خامخا پرې باید په ژبه تلفظ وکړي، او تر هغه پورې ایمان ريښتیا کیدلی نه شي تر څو چې اندامونه پرې عمل ونه کړي، او په زړه کې ایمان په زیاتوالی او کموالي سره - له یو شخص څخه - بل ته توپیر لري.
او پدې ایمان کې بنده باید الله رب العالمین ته مخلص وي، باوري وي نه شکمن، او د ایمان سرچینه یې باید - علم، اخلاص، قبولي، تسلیمیدل، غاړه ایښودل، په وینا، کړنو او عقیده کې - ریښتینولي وي، سربیره پر محبت کولو له دې دین سره، او هغه چا چې دا دین رالیږلی، چا چې راوړی، او چا چې منلی دی.
او لکه څرنګه چې الله -تعالی- د ایمان حقیقت، د هغه غوښتنې، او شرطونه بیان کړل، نو پدې سره یې د ضدي مشرکانو شکونه او شبهې له منځه وړي دي او دا - خبره - یې ښکاره کړې ده چې دوی په خپل شرک باندې هیڅ دلیل نه لري؛ ځکه دا باطل معبودان مخلوق دی، بل څوک یې چاري سموي او هیڅ شی نه شي پیدا کولی او دوی په آسمانونو او ځمکه کې د د یوې ذرې په اندازه هم د څه شي واک نه لري.
او حق ذات دا - خبره - ښكاره كوي چې دا (د الله سره برابر ګڼل شوي) معبودان؛ چې له الله پرته یې عبادت کیږي، د هغه چا بلنه نه اوري چې څوک یې رابلي، او که يې واوري نو قبلولای نه شي او د قيامت په ورځ به د هغوی په شرک رد کوي، او ترې به بېزاره وي.
لکه څرنګه چې حق ذات بیانوي چې دا معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نو له الله پرته څنګه د دوی عبادت کیدلی شي.؟!.
او الله تعالی پرښتو ته عبادت کول باطل کړ، او دا یې ښکاره کړه چې دوی - سره له دې چې الله ته نږدې دي - بیا هم هیڅکله د چا سفارش نه شي کولی مګر د هغه له اجازې نه وروسته، نو کله چې د پرښتو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د دې باطلو معبودانو - عبادت وشي.
او نبیان او رسولان - علیهم السلام - سره له دې چې مرتبه یې په دنیا او آخرت کې لوړه ده - ځان ته د ګټې او تاوان رسولو واک نه لري، نو لدې پرته نور به څنګه وي؟!
او مونږ ایمان لرو چې الله - جل جلاله - په خپلو صفتونو او د کمال په ستاینو کې یو دی، او الله پاک لره نیک نومونه او لوړ صفتونه دي، چې پوره عقلونه ورته پدې ګواهي ورکوي او سالم فطرتونه ورته پرې تسلیم دي او پدې باندې د اسلامي أمت د علماوو اجماع هم ده، بلکه ټولو الهي رسالتونو د الله پاک په نومونو او د أفعالو په بیانولو سره راتګ کړی دی، او دا باطل معودان نه څه اوري او نه څه ویني.
او موږ ایمان لرو لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان صفت بیان کړی، او لکه څرنګه چې د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- هغه په کومو صفتونو باندې یاد کړی دی، نو د هغه پاک ذات په مثل هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی لیدونکی دی، نو مونږ هغه څه الله ته ثابتوو چې هغه خپل ځان ته ثابت کړي دي، او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ورته ثابت کړي دي، او هر هغه څه ترې نفي کوو چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ترې نفي کړي، پرته له تعطیل (له معنا څخه انکار)، او تمثیل (د بیلګې بیانولو) او تکییف (د څرنګوالي په اړه پوښتنې کولو) او تحریف (په معنا کې له بدلون) څخه.
او مونږ په علم یقین سره پوهیږو چې زمونږ رب وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي په خپلو صفتونو باندې یاد و، او دا چې هغه له ازله تر ابده د کمال، جلال او جمال په تر ټولو لوړه مرتبه دی؛ ځکه هغه اول او آخر دی، هغه اول دی مخکې ترې څه شی نشته، او آخر دی وروسته ترې څه شی نشته، نو هغه د کمال او عزت په نومونو او صفتونو سره لومړی دی او هغه د کمال او عزت په صفتونو سره وروستی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی له صفتونو څخه ځینې د هغه له ذات سره لازم دي لکه: ژوند، علم، اوریدل، لیدل، لاس، ګوتې، او دا چې له صفتونو څخه یې ځینې د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړلي دي لکه: غصه، خوښي او راکوزیدل.
او موږ ایمان لرو چې هغه د هر هغه څه کوونکی دی چې ویې غواړي، نو هغه هر کار تر سره کوي کله چې وغواړي، څه چې وغواړي، څرنګه یې چې وغواړي، چاته چې وغواړي عزت ورکوي او چاته چې وغواړي خواروي یې، د هغه د کړنو څوک منع کوونکی نشته، او نه د هغه پریکړو او واکمنۍ لره څوک ردوونکی او روسته کوونکی شته.
او مونږ عقیده لرو چې د الله تعالی ځینې صفتونه مطلق راغلي دي، نو الله -تعالی- پرې مطلق توصیفوو، لکه: سمع، حیات، بصر او داسې نور، او ځینې یې مقید راغلي دي، نو په همغه تقیید سره پریښودل کیږي، لکه د هغه یادول چې هغه د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې له مکر څخه کار اخلي، او خپل دښمنان هیروي کله یې چې هغوی هېر کړي.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : علم، بصر، حیات، قیومیت او کلام دي، او هغه په کلام سره موصوف شوی دی وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي او خبرې ورسره وکړي، او زمونږ د رب کلام د هغه د خوښې (مشیئت) سره تړاو لري، نو کله چې وغواړي خبري کوي، او په قرآن کریم کې د کلام د صفت په بېلابیلو وجوهاتو سره راغلی دی، داسې راغلي چې هغه د خپلو بندګانو سره خبري کوي، او له دوی څخه چې د چا سره وغواړي مناجات کوي او بلنه ورکوي، او د مخلوقاتو سره د قیامت په ورځ خبرې کوي، او مخلوقات به د قیامت په ورځ د الله - تعالی - خبرې اوري.
او مونږ ایمان لرو چې الله پاک د خپلو مخلوقاتو څخه د رڼا په پردې سره پټ دی، نو دوی یې په دې دنیا کې نه ویني، که څه هم د هغه ځینو پیغمبرانو د هغه خبرې واورېدې، کله چې هغه ورسره د پردې تر شا خبرې کولې، لکه څرنګه یې چې له موسی -علیه السلام - سره خبرې وکړې.
او زمونږ د رب کلام داسې توصیف کیږي چې ځینې یې له نورو څخه نوی دی او ځینې یې له ځینو نورو غوره دی.
او د هغه له کلام څخه: قرآن او ټول الهي کتابونه دي چې د هغه په پیغمبرانو -علیهم السلام- نازل شوي، لکه د ابراهیم او موسی علیهما السلام صحیفې، تورات، انجیل او زبور -ټول د الله کلام دی- او په ټولو سره الله خبرې کړي دي، او له واسطې پرته ترې جبریل اوریدلی دی، او جبرائیل د الله په انبیاوو او پيغمبرانو -علیهم السلام - نازل کړي دي، او د تورات ځانګړتیا دا ده چې الله تعالی په تختو کې په لیکلې بڼه نازل کړی دی، او د الله کلام او کلمې مخلوق ندي، او د الله کلام د هغه له مخلوقاتو څخه ندی، آیا ته نه ګورې چې هغه د پیدایښت او امر تر منځ جلاوالی راوستی او مونږ د الله تعالی د کَوني او شرعي کلمو تر منځ توپیر کوو.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: عزت، قهر، جبروت، ملکوت، کبریاء، عظمت، اراده، مشیئت، قدرت او رحمت دی، دا رحمت د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی او د دې اضافت الله تعالی ته شوی؛ چې دا د صفت اضافت دی موصوف لره.
او د هغه له صفتونو څخه یو علو (پورته والی) دی چې هغه د غلبې، منزلت او ذات لوړوالی دی، نو درې واړه ټول د هغه صفتونو دي چې د هغه په کمال دلالت کوي، او لوی قرآن او نبوي سنت، عقل او فطرت د هغه په لوړوالي په بېلابیلو وجوهاتو دلالت کوي، بلکه هغه دلیلونه ډیر دي چې د الله په پورته والی دلالت کوي، او د هر یو ډول لاندې نور ډیر ډولونه دي چې نه شمیرل کیږي.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو هم په عرش استواء ده، چې الله تعالی یې په خپل کتاب کې په اوو ځایونو کې یادونه کړې ده.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو محبت دی، او د هغه له صفتونو څخه: رضایت (خوښي) ده او د هغه له صفتونو څخه د خپلو دښمنانو بد ګڼل دي؛ ځکه چې هغو د هغه خوښۍ بده وګڼله، او هغه څه یې بد وګڼل چې الله پر خپل رسول -صلی الله علیه وسلم- نازل کړې دي.
د هغه له صفتونو څخه: په دښمنانو غصه کول او پرې غصه کېدل :، او هغه غصه یې د کافرانو لپاره ده،
د هغه له صفتونو څخه: د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې مکر کول دي ، هغوی چې د ده له اولیاوو سره مکر کاوه، او د هغه له صفتونو څخه تأسف دی، چې معنا یې سخته غصه ده، او د هغه له صفتونو څخه له هغه چا سره دوکه کول دي چې دوکه ورسره کوي، نو الله له منافقانو سره دوکه کوي، هغوی چې له ده سره دوکه کوي، او د هغه تعالی له صفتونو څخه دا دي چې په هغه چا ملنډي وهي چې پر ده ملنډي وهي.
او له صفتونو څخه یې: خندا، تعجب، د قیامت په ورځ راتلل دي تر څو د خلکو تر منځه پریکړه وکړي.
او مونږ د نزول (راکوزیدلو) په صفت ایمان لرو، او دا چې زمونږ رب د دنیا آسمان ته په حقیقي توګه راکوزیږي لکه څرنګه چې د هغه د جلال او لویۍ سره ښایي، او هغه لکه د مخلوقاتو په څېر راکوزیدل نه دي، بلکې -دا صفت- لکه د نورو صفتونو په څېر یو صفت دی چې مونږ پرې ایمان لرو او پرې پوهیږو او د کیفیت په اړه یې ځان نه ستړی کوو، او نه یې په ردولو کې ځان تکلیفوو؛ بلکې په هغه توګه پرې ایمان لرو لکه څرنګه چې ریښتیني او ريښتیا ګڼل شوي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې خبر راکړی دی،
او مونږ د الله تعالی د معیت (ملتیا) په صفت ایمان لرو، او دا چې الله - تعالی - د خپلو مخلوقاتو سره دی، او دا معیت دوه ډوله دی؛ خاص معیت چې دا د الله تعالی د ولیانو او پیغمبر علیهم السلام لپاره ثابت دی او معنا یې کامیابي او تایید دی، او بل یې د ټولو خلکو سره عام معیت دی؛ مؤمن وي او که کافر، او معنا یې علم، چاپیریدل، ځواک او واکمني ده.
او لدې معیت څخه حلول او اختلاط نه لازمیږي، او نه یې معنا د الله تعالی د لوړوالي نفي کول دي؛ ځکه د اهل سنت په اجماع سره یې معنا علم او احاطه ده؛ یعنې دا چې الله تعالی مونږ سره په علم، په هر څه احاطه کولو او ځواک سره دی.
او مونږ الله تعالی ته وجه (مخ) ثابتوو لکه څرنګه چې د هغه د جلال او عظمت سره ښایي، او ید (لاس) لکه څرنګه چې د هغه د جلال او کمال سره ښایي، او پدې اړه په قرآن کریم او سنت کې په مختلفو وجوهاتو سره خبر راغلی دی، د لاس ذکر د تثنیې په صیغې سره راغلی، او دا چې الله یې خلاصوي او راټولوي، او دا چې الله پرې اسمانونه نچه کوي، او ځمکه د هغه پاک ذات په موټي کې ده، او لاس داسې یاد شوی چې د ګوتو درلودونکی دی. او دا ټول ثابتوي چې هغه لاس چې صفت یې په قرآن کریم کې راغلی حقیقي لاس دی لکه څرنګه چې د هغه د جلال سره ښایي، مونږ یې په تاویل کولو ځان نه تکلیفوو، او نه یې د بل چا د لاس سره تشبیه کوو، او نه قرآني آیتونه او نبوي حدیثونه چې دلالت پرې کوي تحریفوو. او د هغه له صفتونو څخه د ګوتو صفت دی.
او مونږ ایمان لرو چې د قیامت په ورځ به مؤمنان خپل رب ګوري، او دا هغه څه دي چې قرآن او متواترو اخبارو پرې زمونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه خبر ورکړی دی په هغه څه کې چې هغه پرې مؤمنانو ته زیری ورکړی چې هغوی به خپل رب په ښکاره توګه د قیامت په ورځ ګوري.
او لکه څرنګه یې چې ځان د کمال، جمال، جلال، عزت او لویۍ په صفتونو سره یاد کړی دی، همدارنګه یې له خپل ځان څخه د نقصان صفتونه هم نفي کړي دي، او د صفاتو نفي په قرآن کې اصل ندی؛ ځکه اصل د صفتونو ثبوت دی، او قرآن او سنت د الله تعالی د صفتونو له یادولو څخه ډک دي لکه څرنګه چې د الله د جلال، لویۍ او کمال سره ښایي، او متعال رب چې کله له خپل ځان څخه کوم صفت نفي کوي نو د دې لپاره یې نفي کوي تر څو یې د ضد په بیانولو سره ځانته کمال ثابت کړي، او یا ځکه کله چې انسانانو د نقصان نسبت هغه ذات ته وکړ چې هغه د عزت او کمال خاوند دی، نو متعال رب هغه نقص نفي کوي چې نسبت یې هغه ته شوی وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله پاک لره نیک نومونه دي، او دا چې نومونه یې په ښایست کې وروستي حد ته رسیدلي دي، نو له هغو څخه نور ښایسته نشته، او له هر اسم څخه الله تعالی ته صفت رابیلیږي، او نومونه یې له شمېر څخه وتلي دي.
او مونږ رب ویرولي یو له دې چې د هغه په نومونو کې کاږه شو، او یا ترې انکار وکړو، او یا یې له معنا څخه منکر شو، او یا یې بې معنا وګڼو.
او هغه څه چې په قرآن او سنت کې د الله تعالی له نومونو او صفتونو څخه راغلي دي لدې لوی دي چې یو کتاب ديې هغه ټول په ځان کې ځای کړي، او مونږ پدې نومونو او صفتونو د خپل رب په مراد سره ایمان لرو، او هغه څه چې ترې زمونږ د رسول -صلی الله علیه وسلم- مراد وي، او مونږ پوهیږو چې په حقیقت یې انسانان نه پوهیږي، او نه یې په خپل علم کې راوستلی شي او نه یې درک ورته رسیږي، او مونږ یې په تاویل کې ځان نه تکلیفوو.
(بــاب الإيمــان بوجـود الله) د الله په شتون باندې د ایمان په اړه باب
او مونږ ایمان لرو چې همغه الله اول دی نو مخکې ورڅخه هیڅ شی نشته، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الأَوَّلُ وَالآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ} [هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى)]. [الحـديد سورت: 3 آیت]، او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ قَبْلَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء»، «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱) روایت کړی). بخاري د عمران بن حصین له حدیث څخه روایت کړی دی، او د ده په یو بل روایت کې راځي. «كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ غَيْرَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء». «الله و، او له هغه پرته هیڅ شی نه و، او د هغه عرش په اوبو د پاسه و». (بخاري روایت کړی (۳۱۹۱). او مونږ ته یې ځان راپیژندلی چې دی هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي او هغه د اسمانونو او ځمکې مالک دی او دا چې هغه پاک ذات شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننباسي، الله- تعالی- فرمايلي: {هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِير* (دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه الله له تاسو سره دى ( په اعتبار د علم او قدرت)، هر چېرې چې تاسو یئ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى. لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأُمُور * خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي. يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُور} دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى. [الحديد سورت: 4- 6 آیتونه].
او حق سپېڅلي ذات ټینګار کړی، چې دا شته کاینات ګواه دي پر دې چې هغه ذات یې یواځې پيدا کوونکی دی او له هغه سره بل خالق نشته، الله تعالی فرمایلي: (هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ) (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ چې څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي)؟ [لقمان سورت: 11 آیت] په همدې خاطر يې له خپلو آيتونو څخه ډېر دلايل ذکر کړي چې هغه د دې کايناتو پیدا کوونکی دى، له دې څخه: هغه ژوندی له مړي او مړی له ژوندي څخه راوباسي، او له دې څخه دا چې: هغه انسانان له خاوري څخه پیدا کړي دي. او له دې څخه دا چې: هغه مونږ ته مېرمنې زمونږ له ځانونو څخه پیدا کړي دي. او له دې څخه : په مخلوقاتو کې د ژبو او رنګونو توپیر دی. او له دې څخه : په شپه کې د بنده ګانو ویدل کیدل، او په ورځ کې د رزق پلټنه ده. او له دې څخه دا چې هغه بریښنا د ویرې او هیلې لامل ګرځولی، او هغه له آسمان څخه اوبه نازلوي. او له دې څخه دا چې: هغه پیدایښت پیل کړ لکه څرنګه چې د ثنا وړ ذات فرمایلي دي: {يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُون* (هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُون * او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون * او د هغه له نښو ځنې دا دي چې ستاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي. وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِين * او د هغه له نښو ځنې د آسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُون * او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري. وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مَاء فَيُحْيِي بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون * او د هغه له نښو ځنې(دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُون * او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ. وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُون* او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي. وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي]. [الروم سورت: 19-27 آیتونه].
او لدې څخه دا هم دي چې: هغه په مخلوقاتو باندې حجت قائم کړی چې هغه دوی له یو نفس څخه پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلاَثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُون} (هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او ستاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ) [الزمر سورت: 6 آیت]، نو د پيدایښت له پیل څخه یې یادونه وکړه، او دا چې ټول حیوانات د هغه پاک ذات مخلوقات دي، بیا یې پر مونږ حجت قائم کړ چې هغه مونږ په رحمونو کې په تیارو کې پيدا کړي یو، او دا چې له هغه پرته بل څوک نه شي کولای چې له نطفې څخه انسان پیدا کړي.
نو هغه په تیرو آیتونو کې د خپل شتون لپاره د یو لوی دلیل یادونه وکړه - چې هغه د اسمانونو او ځمکې پیدا کول دي او هغه څه چې په دوی کې دي، او څه چې پرې د پاسه دي.
او له دې څخه دا چې: هغه پر دوی - د هغه د پاملرنې او هغه څه چې دوی یې په خپلو ځانونو او خپلو اولادونو کې مومي - حجت قائم کړ، هغه دا چې هغه دوی یې د دوی د میندو له ګیډو څخه - پداسې حال کې - راوویستل چې په هیڅ نه پوهیدل او تر هغه یې ترې ساتنه وکړه چې خلقت او پوهه یې بشپړه شوه،الله - جل جلاله - فرمایلي: {وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُون}. (او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې پر هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه در كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ). [النحل سورت: 78 آیت]. او لکه څرنګه یې چې هر شی پيدا کړی او چمتو کړی دی، - همدار نګه یې - د ټولو مخلوقاتو لارښوونه هغه څه ته کړې ده چې ښېګڼه یې پکې ده، الله تعالی له فرعون څخه د خبر ورکولو په موخه وایې چې هغه فرمایلي دي: {قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَا مُوسَى} (ده (فرعون) وویل: اى موسٰی ستاسو د دواړو رب څوك دى)؟ [طه سورت: 49 آیت]، نو الهي ځواب دا و: {قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده). [طه سورت: 50 آیت].
او مونږ باور لرو چې هغه پاک ذات ځمکه غځولې ده او غرونه یې پکې ستنې ګرځولي، او هرڅه یې په کې په متوازن ډول رازرغون کړي دي. نو د لیدلو وړ توازن پکې پر دې غوره دلیل دی چې هغه یې پیدا کوونکی دی، لکه څرنګه یې چې باران په یوه ځانګړې بڼه ورولی چې انسان نشي کولی په هغه توګه یې واوروي، او نه له آسمان څخه راوریدلې اوبه ذخیره کولی شي، نو دا - کار- پدې ګواهي ورکوي چې پيدا کوونکی یې الله قهار ذات دی، الله تعالی فرمایلي: {وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُون* (او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى. وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِين * او مونږ ستاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ. وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُوم* او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره. وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِين} او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره ذخیره كوونكي نه یئ). [الحجر سورت: 19-22 آیتونه].
او مونږ ایمان لرو په هغه څه چې انبیاو او رسولانو پرې ایمان راوړی، او هغه دلیلونه او برهانونه یقیني ګڼو چې په هغه پاک ذات دلالت کوي، لکه څرنګه چې حق ذات خبر ورکړی چې ابراهیم - علیه السلام- په نمرود باندې استدلال وکړ چې الله تعالی لمر له ختیځ څخه راولي او له هغه پرته بل څوک نه شي کولای چې له لویدیځ څخه یې راولي، الله تعالی فرمایلي: {قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِـي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ} (ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول ړ او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه). [البقرة سورت: 258 آیت].
همدارنګه هغه په خپل قوم پدې استدلال وکړ چې الله هغه ذات دی چې هدایت یې ورته کړی، خواړه او اوبه یې ورکړي او کله چې ناروغ شي نو شفاء ورکوي، او هم هغه یې مړ کوي او ژوندی کوي ئې، نو فرمایلي یې دی لکه څرنګه یې چې خبر ورکړی دی: {الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِين* (هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي. وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِين* او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي. وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِين * او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي. وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِين} او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي) [الشعراء سورت: 78-81 آیتونه]، بيا يې د موسى - علیه السلام - په اړه خبر وركړ چې فرعون ته يې د جګړې پر مهال وویل: چې رب یې هغه دی: {الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى}. (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده) [طه سورت: 50 آیت]، او دا په قرآن کې راغلي چې الله - تعالی - ځان له هرې نیمګړتیا څخه سپیڅلی کړی دی او ځان یې مونږ ته راپیژندلی، نو هغه پاک ذات فرمایلي: {سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الأَعْلَى * ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى. الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى* هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل. وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى} او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله). [الأعلى سورت: 1-3 آیتونه].
الله تعالی استدلال وکړ چې هغه د دې کائناتو خالق او موندونکی دی او له هغه پرته بل خالق نشته - او یقیناچی هغه؛ هغه ذات دی چې تروتازه باغونه یې رازرغون کړي، او انسانان نشی کولای چې ونې یې رازرغوني کړي، او لکه څرنګه یې چې پرې استدلال وکړ چې هغه ځمکه ثابته ګرځولې ده او په هغې کې یې سيندونه او لوړ غرونه پیدا کړي دي او د دوو سمندرونو په منځ کې يې پرده ګرځولې ده؛ تر څو دا له هغه بل سره ګډ نه شي. او دا چې یواځې هغه د مجبورانو دعا قبلوي کله یې چې راوبلي - که څه هم مؤمن نه وي - او دا هغه څوک دی چې د ځمکې او بحر په تیارو کې خلکو ته لارښوونه کوي او دا هم هغه ذات دی چې له باران نه مخکي بادونه زیری ورکوونکي لیږي.او هغه مونږ ته روزي راکوي، له هغه پرته بل روزي ورکوونکی نشته، او له هغه پرته بل رب نشته، سپيڅلي حق ذات فرمایلي دي: {أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُون* (بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي. أَمَّن جَعَلَ الأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلاَلَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ. أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي. أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين} بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندی كوي او هغه ذات چې تاسو ته له آسمان او ځمكې نه روزي دركوي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ). [النمل سورت : 60 -64 آیتونه].
هغه پاک ذات چې نومونه یې سپیڅلې دي فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون* (او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه ايښي او نهرونه يې روان كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره يقينًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي. وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون} (او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوهٔ بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي). [الرعد سورت: ٣، 4 آیتونه]. بیا لوی څښتن دا ثابته کړه چې یواځې هغه ځمکه غځولې او له ټولو ونو او میوو څخه یې دوه جوړه جوړې پیدا کړي دي او یواځې همغه شپه له ورځې څخه پوښي. او په دې سره یې استدلال وکړ چې د ځمکې یو بل ته نږدې برخي یو بل ته ورته او یو له بل څخه متفاوتې میوې راوباسي حال دا چې په یو - ډول- اوبو باندې اوبه کیږي، نو پاکي ده الله لره چې له هغه پرته بل رب نشته، او نه له هغه پرته بل پیدا کوونکی شته.
او دا یې بیان کړه چې په غرونو کې - سره له سختوالي یې - بې له مخکنۍ بیلګي پیدایښتونه دي چې د الله تعالی په بې مثله خالقیت دلالت کوي، نو الله جل جلاله وفرمایل: {وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُود} (او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي. [فاطر سورت: 27 آیت].
له دې جملې څخه هغه څه دي چې الله - تعالی - موږ ته ښودلي چې هغه دغه ټول عالمونه پیدا کړي دي او انسان ته یې تابع کړي دي، او لدې جملې څخه په سمندر کې د بیړیو اسان ګرځول دي، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ الَّذِي سخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُون * (الله هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كښتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ. وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون} او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي). [الجاثية سورت: ١٢، ١٣ آیتونه].
او الله - جل جلاله - مونږ ته د خپل شتون لارښوونه داسې کړې چې لدې حیواناتو څخه یې مونږ ته سپرلۍ، لباس، خوراک او څښاک وګرځول، او دا چې هغه په اسمان کې مرغان نیسي ( یعنې د راولویدلو مخنیوی یې کوي) الله تعالی فرمايلي: {أَلَمْ يَرَوْاْ إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاء مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلاَّ اللّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون * (ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مُسَخَّر شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دغو (څيزونو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي. وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِين * او الله ستاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او ستاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي. وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلاَلاً وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُون} او الله له خپلو پيدا كړيو څیزونو نه ستاسو لپاره سیوري تيار كړي دي او ستاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او ستاسو لپاره يې داسې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او داسې قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګه هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ). [النحل سورت: ٧٩-۸۱ آیتونه]. نو دا ټول دلیلونه د الله - تعالی - په شتون او د هغه په ربوبیت باندې ګواه دي، نو له هغه پرته دا بل چا پیدا کړي دي؟! پاکي ده هغه ذات لره. له هغه پرته بل پیداکوونکی کوونکی نشته، او نه له هغه پرته بل رب شته.
هغه زموږ لپاره یو لوی شاهد(ګواه، دلیل) ودردلای دی چې هره ورځ تکراریږي، د هغه په شتون او ربوبیت دلالت کوي، او هغه دا چې دا همغه ذات دی چې سبا چوي او هغه ذات چې حبه او دانه چوي (تر څو راشنه شي) الله پاک فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ذَلِكُمُ اللّهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُون * (بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، همدغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ! فَالِقُ الإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيم} د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي) [الأنعام سورت: ٩٥، ٩٦ آیتونه].
او لکه څرنګه یې چې لمر او سپوږمۍ نښې ګرځولي دي، شپه او ورځ یې دوه دلالت کوونکي نخښې د هغه په شتون او ربوبیت وګرځولې الله تعالی فرمایي: {وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً} (او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه رڼا وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله) [الإسراء سورت: 12 آیت].
او الله -تعالی- دا بیان کړي دي چې بحر یې خوږ او تریو ګرځولی دی، او لدې دواړو څخه تازه غوښه او زیورات راوځي، چې دا د هغه په شتون باندې دلیل دی، الله پاک فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُواْ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُواْ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ} (دى همغه ذات دى چې سمندر يې مُسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دې كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي) [النحل سورت: 14 آیت]، حق تعالی فرمایلي دي: {وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا} (او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى) [الفرقان سورت: 53 آیت].
او یقینا چې الله تعالی بیان کړي دي چې برابر عقلونه پدې پوهیږي چې شوني نده چې دا کائنات دې پرته له پیدا کوونکي څخه پیدا شي، نو الله پاک فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلاَفُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ أَفَلاَ تَعْقِلُون} ( او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! [المؤمنون سورت: ٨٠ آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَنفَعُكُمْ شَيْئًا وَلاَ يَضُرُّكُم * (هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي. أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَفَلاَ تَعْقِلُون} اُف په تاسو(ډیر غورځیدلي خلک یاست) او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ). [الأنبياء سورت: ٦٦، ٦٧ آیتونه]. آیا د الله پاک په شتون او د هغه په ربوبیت دې له دې څخه لوی دلیلونه لیدلي دي.
او الله تعالی په هغه چا رد کړی دی چې د پیدایښت نسبت یې له هغه پرته بل چاته کړی دی، او د رټلو او پرې د انکار کولو په موخه یې ترې پوښتنه وکړه چې آیا دوی له هیڅ څخه پيدا شوي؟ او یا دا چې خپل ځانونه یې په خپله پيدا کړي، او یا یې ځمکه او آسمانونه پیدا کړي؟ او یا له دوی سره د الله خزانې دي؟ او یا دوی واکداران دي، الله تعالی فرمایلي: {أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُون * آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي ؟(پیدا کوونکی نه لري؟)، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بَل لاَّ يُوقِنُون * ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُون} آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي). [الطور سورت: ٣٥-٣٧ آیتونه]. او په آیتونو کې دا ایت تر ټولو ډیر لوی دلیل دی د خالق په شتون؛ لدې امله ثابت دي چې جبیر بن مطعم ویلي: له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې د ماښام - په لمانځه کې یې - الطور سورت وایه، نو کله چې دې آیت ته ورسیده : {أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُون* (آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بَل لاَّ يُوقِنُون* ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُون} آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي). قَالَ: «كَادَ قَلْبِي أَنْ يَطِيرَ»، ویې فرمایل: "نږدې و چې زړه مې والوځي". (بخاري (۴۸۵۴)، مسلم (۴۶۳)، ابو داود (۸۱۱)، نسائي (۹۸۷) او ابن ماجه (۸۳۲) روایت کړی دی). او جبیر - رضي الله عنه- د اسلام له منلو څخه مخکې دا آیت اوریدلی و، نو څرګنده شوه چې دوی پیدا شوي، روزل شوي او تابع شوي، نو پاک دی الله له هغه څه نه چې دوی یې پرې یادوي.
او حق ذات فرمایلي دي: {مَا أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلاَ خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا} ما دغه (شیطانان) نه د آسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته، او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم. [الكهف سورت: 51 آیت]، نو کله چې څوك د اسمانونو له پيدايښت څخه ناخبره وي او د خپل ځان له پيدايښت څخه ناخبره وي، نو څنګه د خپل موندونکي او خالق څخه انکار کولی شي؟!
او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی- خپل مخلوقات بې ځایه نه دي پیدا کړی؛ بلکې یو پیاوړی پیدایښت د یو ستر مقصد لپاره دی، الله - تعالی - فرمایلي: {وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاَعِبِين* (او مونږ آسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو. لَوْ أَرَدْنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لاَّتَّخَذْنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِين} كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وو). [الأنبياء سورت: ایتونه ١٦، ١٧].
هغه د عیسویانو دې ادعا ته ځواب ورکړ چې مسیح خالق، معبود، او د دې کائناتو چاره ساز دی، او دا یې څرګنده کړه چې په ځمکه او آسمان کې هیڅ شی له الله څخه پټ نه دی، او دا هغه ذات دی چې انسانان په رحمونو کې جوړوي. او د هغو کسانو له جملې څخه چې الله پاک په رحم کې پیدا کړی او جوړ کړی دی دی، مسیح علیه السلام هم دی، څښتن تعالی فرمایي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَخْفَىَ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء * (یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې. هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاء لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمـران سورت: ٥، ٦ آیتونه] او داسې نور ډیر - دلیلونه - چې په قرآن کریم کې راغلي لکه : په «سورة الأنعام»، «النحل» او نور بې شمېره دلایل او شواهد، چې ټول د هغه په موجودیت او ربوبیت دلالت کوي.
(بــاب الإيمــان بربوبیة الله) باب دی په بیان د ربوبیت د الله کې (الله مالک دی متصرف دی د عبادت لایق دی)
او مونږ ایمان لرو چې الله په خپل ربوبیت کې یو دی، او هغه یوازې خالق دی، او همغه ذات پيدایښت پیل کړی دی او هیچا ورسره پکې برخه نده اخیستې، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُون} (الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي) [الروم سورت: 11 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ قُلِ اللّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ فَأَنَّى تُؤْفَكُون} (ته (دوى ته) ووایه: آیا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟) [يونس سورت: 34 آیت].
او الله پاک په خپل امر سره پیدا کول کوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُون} (بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي پیدا شه، نو هغه پیدا شي) [يس سورت : 82 آیت]. الله - تعالی - له اسبابو څخه چې هر څه وغواړي پیدا کوي یې، الله - تعالی - فرمایلي: {فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى} (پس په دغو (اوبو) سره مونږ بېلا بېل (او) قسما قسم زرغونې را ایستلي دي). [طه سورت: 53 آيت]، او الله تعالی فرمایې: {وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ} (او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي) [الرعد سورت : 3 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون} (او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ). [الذاريات سورت: 49 آیت].
او هغه پاک ذات خبر ورکړی چې هغه د هر شي پیدا کوونکی دی، او له هغه پرته هر څه چې دي هغه مخلوقات دي، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: ٦٢ آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله د هر شي مالک، خالق او چاره ساز دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون* (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ. الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ}. هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ) [البقرة سورت: 21، 22 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُدَبِّرُ الأَمْرَ} (بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا د عرش د پاسه شو، د ټولو كارونو تدبیر كوي) [يونس سورت: 3 آیت]، هغه پاک ذات د اسمانونو او ځمکې خالق او مالک دی او هغه په دې دواړو کې تصرف کوونکی دی، حق ذات فرمایلي دي: {لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُون} (خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په آیتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي). [الزمر سورت: 63 آیت]، او هیڅ مخلوق د خپل ځان او د نورو د چارو د اداره کولو واک نه لري مګر هغه څه چې الله د هغه لپاره ټاکلي وي، نه ملاېکې، نه پیغمبران، او نه هم ولیان په کائناتو کې د تصرف حق نه لري؛ نه د ګټې رسولو او نه د تاوان دفع کولو، الله تعالی فرمایلي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير}. (ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار). [سبأ سورت: 22 آیت].
او موږ باور لرو چې هغه حقیقي مالک دی، او له هغه پرته نور بنده ګان دي او د هر واکمن واکمني لنډ مهاله او له منځه تلونکي ده، الله پاک فرمایلي دي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ} (د بَدلې د ورځې مالك دى). [الفاتحة سورت: 4 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې). [آل عمران سورت: 26 آیت]، او نور ټول بنده ګان او تابع دي، الله تعالی فرمایلي: {إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ إِلاَّ آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا} (نه دي دغه هر یو چې په آسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي) [مريم سورت: 93 آیت].
او موږ باور لرو چې الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي، شپه په ورځ پوښي، او ورځ په شپه پوښي، او دا هم هغه ذات دی چې لمر او سپوږمۍ یې تابع کړي، هر یو یې تر خپلې نیټې پورې ځغلي. حق ذات فرمایلي دی: {خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُسَمًّى أَلاَ هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّار} (هغه آسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دي، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى). [الزمر سورت: 5 آیت]، او همغه پاک ذات دی چې لمر یې ځلانده او سپوږمۍ یې روښنانه ګرځولی او د شپې او ورځې توپیر یې د خپل مخلوق د عظمت او د ښه مدیریت نښه ګرځولې ده، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُون* (هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي. إِنَّ فِي اخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُون} بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي) [يونس سورت: 5، 6 آیت]، او همغه ذات دى چې موږ يې له يوه نفس څخه پيدا كړي يو، او له هغه څخه يې د هغه جوړه ګرځولې، او ټول څاروي یې پیدا کړي، څښتن تعالی چې د لویۍ خاوند دی او نومونه یې سپیڅلي دي فرمایلي دي: {خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلاَثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُون} (هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او ستاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ). [الزمر سورت: 6 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې هغه ذات رزق ورکوونکی او د پیاوړي ځواک خاوند دی، له هغه پرته بل رزق ورکوونکی، او کفایت کوونکی بل څوک نشته، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِين}. (بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: 58 آیت] او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِين}. (او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي). [هود سورت: 6 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله پاک په علم سره په ټولو شیانو احاطه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء} (هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي). [البقرة سورت: 255 آیت]، نو نه پټږي د هغه له علم څخه وړه او غټه، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (د غیبو عالم دى، له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي. [سبأ سورت: 3 آیت]، او د هغه علم پدې کائناتو کې په هر شي احاطه کړې ده: حق ذات فرمایلي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت]، او همدا رنګه یې د دې چاپیره شوي علم د یوې څنډې د وضاحت په اړه فرمایلي: {وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُون} (او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوځي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي). [الأنعام سورت: 38 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله پاک ذات په پټو او ښکاره و خبر دی، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: 9 آیت]، او دا چې هغه به خپلو غیبو باندې د خپلو مخلوقاتو څخه څوک نه خبروي، مګر چاته یې چې له خپلو رسولانو څخه خوښه شي، سپیڅلي پاک ذات فرمایلي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي(وحې ورته کوي د وحې پواسطه د ځیني مغیباتو خبر ورکړي)، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه]، او هر چا چې د غیبو د علم دعوه وکړه هغه دروغجن تور پورې کوونکی دی. او پیغمبران په غیبو نه پوهیږي، او الله تعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې ووایي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم) [الأنعام سورت: 50 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې یوازې الله پاک ژوندی کوونکی او مړ کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُحْيِـي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِير} (بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوند وركوي او هغه مرګ وركوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار). [التوبـة سورت: 116 آیت]، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: {وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الإِنسَانَ لَكَفُور} (او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى) [الحج سورت: 66 آیت]. او دی همغه ذات دی چې مرګ او ژوند یې پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُور} (هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى) [الملك سورت: 2 آیت]، او یقینا دی هغه ذات دی چې نفسونه د مرګ پر مهال قبضوي، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا} [الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې. [الزمر سورت: 42 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر شی د عزت او حکمت له مخې د ځان تابع کړی دی، لکه څرنګه چې پدې اړه الله تعالی په خپلې دې وینا سره خبر ورکړی دی: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالآصَال} (او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه). [الرعد سورت : 15 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} (له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى) [غافر سورت: 16 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی آسمان پیدا کړی دی، او هغه یې له ستنو پرته پورته کړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ} (هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي). [لقمان سورت: 10 آیت]، او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي،سپیڅلي حق ذات فرمایلي دي: {وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون} (او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي) [الجاثية سورت: 13 آیت].
او موږ باور لرو چې الله د نش څخه شته کول کوي او تصرف هم، الله تعالی فرمایلي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول اوتصرف كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى) [الأعراف سورت: 54 آیت]، له هغه پرته بل معبود نشته او له هغه پرته بل قانون جوړونکی نشته لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ} (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى). [الشورى سورت: 13 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا} (مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده) [المائدة سورت: 48 آیت]، نو - الله - هغه څوک دی چې قانون جوړوي، قوانین پلي کوي او دین بیانوي. او حق ذات په هغه چا رد کړی چې خپل عالمان او راهبان یې مالکان د حل او د حرمت نیولي و، او د دوی حلال یې حلال ګڼل او حرام یې حرام ګڼل، الله تعالی فرمایلي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} (دوى خپل عالمان او پیران واکداران د حل او د حرمت نیولي و په غیر د الله څخه. [التوبة سورت: ٣١ آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه دى كړى)(۱) [الشورى سورت: 21 آیت].
او لکه څرنګه چې دې رب العزت مخلوقات پیدا کړي او د دوی مالک دی، هم هغه د دوی لپاره قوانین جوړ کړي دي، نو یوازې همغه ذات د دوی په حساب او جزا باندې ځواکمن دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي ( د یو حکمت او مقصد د پاره) او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې دوی سره به ظلم و نه کړای شي) [الجاثية سورت: 22 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى} (بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم ( اشاره ده قرب قیامت ته)، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي) [طه سورت: 15 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو او د هغوی د افعالو پیدا کوونکی دی، الله پاک فرمایلي: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾ (حال دا چې الله ستاسو او ستاسو د عملونو، پیدا كوونکی دي) [الصافات سورت : 96 آیت].
او مونږ حق ذات ته ریښتیني شاهدي ورکوو چې الله پاک د خپلو کائناتي نښانو هره نخښه د دې علامه ګرځولې چې هغه خالق دی او حق ذات پخپلې دې وینا سره د دې خبرې تصدیق کوي: {أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لاَّ يَخْلُقُ أَفَلا تَذَكَّرُون} (آیا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ آیا نو تاسو پند نه اخلئ!) [النحل سورت: 17 آیت]. حق ذات په هغه چا باندې رد وکړ چې له هغه سره یې د هغه په ربوبیت او الوهیت کې شریکان وګرځول؛ ځکه چې هم هغه یوازې خالق دی نو فرمایلي یې دي: {أَمْ جَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء خَلَقُواْ كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} ( یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى) [الرعد سورت: 16 آیت].
او مشرکانو د الله په ربوبیت ایمان درلوده، او پدې پوهېدل چې الله خالق، رازق، ژوندی کوونکی او روح اخیستونکی دی، او هم هغه ذات ګټه رسوونکی او ضرر رسونکی دی، او د هغوی بتان او باطل معبودان نه ګټی رسولی شي او نه ضرر، او دا باطل معبودان یې ورته واسطې وګرځولې چې الله ته یې نږدې کوي، سره لدې ترې الله جل جلاله دا - ایمان - قبول نه کړ، الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون* (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟. اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم * الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق پراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دی. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري) [العنكبوت سورت: 61-63 آیتونه]، که څه هم دوی په سختۍ کې له الله څخه مرسته غواړي، او کله چې دوی ته مصیبت راشي نو هغه ته رجوع کوي، خو دا دوی ته هیڅ ګټه نه رسوي. ځکه چې دوی اوس هم په خپل شرک او کفر باندې پاتې دي، رب العالمین فرمايلي: {فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُون * (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (او یو مصیبت راشي)، نو دوى الله ته اواز کوي( چې ای الله ده مصیبت راڅخه واړوه)، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې (الله) دوى ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي. لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعلمون) انجام به دا شي چې دوی ناشکري وکړي د هغه نعمتونو چې دوی ته ورکړل شوي او چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي). [العنكبوت سورت: 65، 66 آیتونه].
(بــاب الإيمـــان بألــوهـيـة الله) باب د الله - تعالی - د الوهیت په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - په الوهیت کې یو دی، او دا چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې هم هغه حق دی، او هغه څه چې دوی یې له هغه پرته رابولي باطل دي، او د دې لویې چارې لپاره الله - تعالی کتابونه نازل کړي او پیغمبران یې رالیږلي، جنت او دوزخ یې پیدا کړی، فطرت پرې دلالت کوي، او سالم عقلونه پرې ګواهي ورکوي، او په علم الیقین سره پوهیږو چې د پیغمبرانو لخوا خپلو قومونو ته د دعوت بنسټ: د یو الله عبادت ته د هغوی بلنه، او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُون} (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحې كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ) [الأنبياء سورت: 25 آیت]. او الله پاک فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]. او سپېڅلي حق ذات فرمایلي: {وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُون} (او ته زمونږ له هغو رسولانو نه پوښتنه وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې عبادت یې وشي). [الزخرف سورت: 45 آیت]، او هر یو نبي خپل قوم ته ویلي: د الله عبادت وکړئ، تاسو ته له هغه پرته بل معبود نشته، له لومړي پیغمبر نوح - علیه السلام - څخه نیولي تر وروستي پيغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - پورې، نو الله تعالی له نوح علیه السلام څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه پرته(بل) هېڅ برحق معبود نشته. [الأعراف سورت: 59 آیت]، او د هغوی له وروستي پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه یې د خبر ورکولو په موخه وفرمایل: {قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى) [ص سورت: 65 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل} (همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى) [الأنعام سورت: 102 آیت].
او دا هغه ستره چاره ده چې له امله یې الله تعالی مخلوقات پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت : 56 آیت] او د "یعبدون" معنی ده: یوحدون: یعنې ما په یووالي سره مني، بخاري -رحمه- الله د دې آيت د تفسير پر مهال ویلي: «ما له دوو ډلو څخه د نیمکرغۍ خلک نه دي پيدا کړي مګر د دې لپاره چې ما په یووالي سره ومني». همداسې په بخاري کې راغلي دي پرته لدې چې نسبت یې وشي (6/ 49)،او ابن حجر په «الفتح» کې ویلي چې دا د فراء وینا ده (8/ 600).)
وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: لَمَّا بَعَثَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مُعَاذَ بْنَ جَبَلٍ إِلَى نَحْوِ أَهْلِ اليَمَنِ قَالَ لَهُ: «إِنَّكَ تَقْدَمُ عَلَى قَوْمٍ مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَى أَنْ يُوَحِّدُوا اللَّهَ تَعَالَى»، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: کله چې نبي - صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل د یمن د خلکو لور ته ولیږه ورته یې وفرمایل: ته د اهل کتابو یو قوم ته ورتلونکی یې، نو هغوی ته په بلنې ورکولو کې به دې لومړۍ خبره دا وي چې الله تعالی په یووالي سره ومني»، (بخاري (1458) او مسلم (19)) روایت کړی دی. او امام بخاری رحمه الله پدې وینا سره ورته باب ایښودلی «باب ما جاء في دعاء النبي صلى الله عليه وسلم أمته إلى توحيد الله تبارك وتعالى». باب دی د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د بلنې په اړه خپل امت لره د الله تبارک و تعالی یووالي ته».
او ریښتینی عبادت هغه دی چې خاص د الله رب العالمین لپاره وي او د سید المرسلین د لارښوونو سره سم وي، ځکه لدې پرته د هر معبود عبادت باطل دی، الله تعالی فرمایلي: {ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ} (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى) [الحج سورت: ایت 62]، او د: «لا إله إلا الله» معنا ده : نشته دی په حقه معبود مګر یو الله دی، ځکه چې مخکنی آیت پر دې باندې دلالت کوي.
یوازې په یو الله عقیده لرل او له بل چا پرته یې عبادت کول د : «لا إله إلا الله» مضمون دی، او دا ستره کلمه له الله پرته د بل هر معبود څخه د عبادت نفي کولو او حقیقي ألوهیت د الله پرته له بل هر معبود باطل څخه نفې کولو باندې مشتمله ده او ریښتیني عبادت یوازې د یو الله لپاره دی او دا کلمه په همدې لفظ سره په قرآن کریم کې ډیره راغلې ده، او په همدې معنا د نفي او اثبات سره ډیر آیتونه راغلي دي لکه څرنګه چې الله - جل جلاله - فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا} (او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ). [النساء سورت: 36 آیت].
او دا د الله تعالی د دین مضبوط تهداب او پياوړی بنسټ دی – چې هغه یوازې یو الله ته د الوهیت اثبات او له هغه پرته له بل چا څخه د عبادت نفي کول دي – هغه د دین د مېچني ستن او د پېغمبرانو د دعوت بنسټ دى. او معنا یې: د بندګانو عملونه یواځې او یواځې د الله د پاره دي. او نږدې ده چې د قرآن هیڅ سورت داسې ونه مومې چې د دې چارې له یادولو خالي وي یا په اساسي ډول او یا په تاکیدي او پر مخلوقاتو یې په ډیرو دلایلو او بې شمېره شواهدو حجت قائم کړی دی چې احاطه یې ناشوني ده، او د دې موضوع ترټولو ستر ثبوت د هغه پاک ذات ګواهي ده لکه چې فرمایي: {قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللّهِ آلِهَةً أُخْرَى قُل لاَّ أَشْهَدُ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون} (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحې شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكوئ). [الأنعام سورت: 19 آیت].
او الله پاک ګواهي ورکړې، او د الله - تعالی - تر ټولو عزتمند مخلوق هم شاهدي ورکړې چې ملاېکې او د علم خاوندان دي، په تر ټولو عزتمند څه یې شاهدي ورکړې چې هغه د الله - تعالی یووالی او هغه په الوهیت سره منل دي، نو الله پاک فرمایلي: {شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَائِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى). [آل عمران سورت: 18 آیت]، نو ملاېکو او د علم خاوندانو په هغه څه شاهدي ورکړه چې الله - تعالی پرې د خپل ځان لپاره شاهدي ورکړې ده: (وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) [او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث)]. [النساء سورت: 79 آیت].
هغه په خپل مخلوق استدلال وکړ چې هغه پاک ذات پدې کائناتو کې د هر څه پیدا کوونکی دی، بلکې هره کائناتي نښانه یې پدې ګواه ګرځولې چې هغه د الوهیت او عبادت مستحق دی؛ له همدې امله په قرآنکریم کې د دې موضوع په اړه په مکرر ډول له دوی څخه پوښتنې کیږي او د دوی اعتراف چې هم هغه خالق ، روزي ورکوونکی ، ژوندی کوونکی او مړ کوونکی دی او بیا پرې انکار کوي چې دوی د هغه عبادت نه کوي او یا له هغه سره د نورو عبادت کوي. الله تعالی فرمايلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُون او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې آسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟ اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم * (الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق پراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دی. وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري) [العنكبوت سورت: 61 - 63 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيم} (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي). الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلاً لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُون * (هغه چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او ستاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ. وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُون * او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ. وَالَّذِي خَلَقَ الأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُون} او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او ستاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ). [الزخرف سورت: 9-12 آیتونه].
او په خپلو بندګانو یې پر دې حجت قائم کړی چې په خپلو نعمتونو یې پرې اقرار کړی، هغه څه چې پر دوی د نعمت پیدا کوونکي او لوروونکي عبادت فرض کوي، نو الله پاک فرمایلي دي: {قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُون * (ته ووایه: تاسو ته له آسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) آیا نو تاسو نه وېرېږئ)! { فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ} (نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ). [يونس سوت: 31، 32 آیتونه].
او ډیری وختونه الله تعالی په قرآن کریم کې په خپلو بنده ګانو د خپل ربوبیت په آیتونو استدلال کوي، له کومو څخه چې د هغه پاک ذات عبادت لازمیږي، او دا چې د دې کائناتي لویو نښانو پیدا کوونکی یوازی هم هغه پاک الله دی او لکه څرنګه چې له هغه سره بل خالق نشته، نو نه ښایې چې د بل چا عبادت دې ورسره وکړای شی، لدې امله یې دا آیتونه په خپلې دې وینا سره پای ته ورسول: {أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ} یعنې آیا د الله سره بل معبود شته چې دا کارونه وکړي، چې هغه د الله تعالی دا وینا ده، {أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُون* (بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې آسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او ستاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، ستاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، آیا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي. أَمَّن جَعَلَ الأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلاَلَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُون* بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، آیا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي. [النمل سورت: 60-63 آیتونه].
او کله یې چې په سورة الروم کې د لویو مخلوقاتو څخه یادونه وکړه چې د هغه په ربوبیت دلالت کوي او له هغه څخه یې الوهیت لازمیږي، او هغه د الله پاک دا وینا ده: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُون * (او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ. وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُون * او د هغه له نښو ځنې دا دي چې ستاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي. وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِين * او د هغه له نښو ځنې د آسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُون * او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري. وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مَاء فَيُحْيِي بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُون* او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُون* او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ. وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُون * وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم* او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي* او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى. ضَرَبَ لَكُم مَّثَلاً مِنْ أَنفُسِكُمْ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن شُرَكَاء فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَاء تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُون* هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) آیا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه، همداسې مونږ آیتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي. بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَن يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِين} بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته) [الروم سورت: 20-29 آیتونه]. - الله تعالی - لدې آیتونو څخه هر یو په {وَمِنْ آيَاتِهِ} سره پرانست چې معنا یې ده: له هغو کائناتي دلیلونو څخه چې د هغه په ربوبیت دلالت کوي او الوهیت یې ترې لازمیږي؛ هغه آیتونه دي چې یاد یې کړل، بیا یې ورپسې د دې متل په یادولو سره تعقیب کړ چې الله تعالی د هغه چا په اړه وړاندې کړی دی چې د هغه له مخلوقاتو څخه یې کوم شی له هغه سره برابر ګڼلی فرمایي: "آیا ستاسو څخه یو څوک خپل غلام د ځان سره په خپله او د خپلې ښځې په بستره کې یو ځای کولی شي؟ په همدې ډول الله تعالی هم دی، نه خوښوي چې له مخلوقاتو څخه دې څوک ورسره برابر وګڼل شي» (دا خبره) قتاده کړې. (تفسير الطبري (20/95). بیا یې پدې سره پای ته ورسول چې سالم فطرت یوازې د هغه پاک ذات د عبادت تقاضا کوي، لدې امله یې فرمایلي دي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} [(تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم (نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي]. [الروم سورت: 30 آیت].
او الله -جل جلاله- په خپل وحدانیت شاهدي ورکوونکي دلیلونه په بېلابیل ډول وړاندې کړل،تر څو پرې حجت قائم کړي، او لاره پرې روښانه کړي؛ تر څو د خلکو لپاره په الله تعالی کوم دلیل پاتې نه شي، او لکه څرنګه چې الله - تعالی - په پریکنده او روښانه دلایلو سره په خلکو حجت قائم کړ، او حیرانوونکي دلیلونه یې په خپل وحدانیت باندې وړاندې کړل، مثالونه یې هم پیش کړل، او حق یې بیان کړ، الله تعالی جل جلاله فرمایلي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري، په داسې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، آیا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى) [النحل سورت: 76 آیت]، ابن جریر د دې آیت د تفسیر پر مهال فرمایلي: او دا مثال الله - تعالی - د خپل نفس او هغه معبودانو په اړه وړاندې کړی دی چې له هغه پرته یې عبادت کیږي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ} {او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري} او موخه یې ورڅخه دلته هغه بت دی چې هیڅ نه اوري او نه خبرې کولای شي؛ ځکه چې هغه خو یا له توږل شوي لرګي څخه جوړ شوی، او یا له جوړې شوې وسپنې څخه، او هغه چاته چې خدمت یې کوي د ګټې رسولو توان نه لري، او نه ورڅخه ضرر لرې کولی شي، او هغه په خپل خاوند باندې بوج دی، فرمایي: نو - هغه معیوب سړی - د تره زامنو او نورو خپلوانو او هغه څوک یې چې سرپرستي کوي محتاج دی؛ ځکه اړتیا لري چې څوک یې واخلي، یا یې یو ځای کې کینوي او خدمت یې وکړي، لکه د ګونګي په څېر چې هیڅ نه شي کولای نو هغه یې په سرپرستانو؛ د تره زامنو او نورو په اوږو بار دی {أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ} چېرته يې چې ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، فرمایي: هر چیرته یې چې مخ کړې خیر نه راوړي؛ ځکه هغه نه پوهیږي چې څه ورته ویل کیږی، او څه چې غواړي نه شي کولای نورو ته یې ووایي: نو نه خپله پوهیږي او نه څوک پوهولی شي، همدا رنګه بت هم دی، څه چې ورته ویل کیږي درک کولای یې نه شي، نو د هغه د کارونو لپاره په یو بل چا امر کیږي چې ورته یې تر سره کړي، ځکه خبرې نه شي کولای چې امر او نهي وکړي، الله تعالی فرمایلي: {هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ} ووایه آیا هغه؛ او هغه څوک سره برابر دي چې په عدالت امر کوي یعنې آیا دغه ګونګی او د خپل خاوند د اوږو بار چې هرې خوا ولیږل شي او هیڅ ښېګڼه نه راوړي او هغه څوک چې ناطق دی او خبرې کوي، په حق امر کوي، بلنه ورته کوي، او هغه الله قهار ذات دی، هغه ذات چې خپلو بنده ګانو ته د توحید او د هغه د پیروۍ بلنه ورکوي ؟ فرمایی: برابر ندی هغه متعال ذات د هغه بت سره چې صفت یې بیان شو. (تفسير الطبري (17/262).
او الله -تعالی- د باطل معبود او حق معبود لپاره مثال وړاندې کړی دی، لکه څرنګه چې مجاهد فرمایلي دي: (تفسير الطبري (21/285). حق ذات سبحانه وتعالی فرمایلي دي: {ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً رَّجُلاً فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلاً سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلاً الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُون} (الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بد خویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي) [الزمر سورت: 29 ایت].
او دا چاره چې - د الله په یووالي د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ اقرار کول دي - همغه څه دي چې الله تعالی د انسان لپاره پر هغه د ایمان راوړلو او یا کافر کېدلو لپاره حد ټاکلی دی. {فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ} (نو كله چې حرامې (د عزت) میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو دغه مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصَره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ). [التوبة سورت: 5 آیت]، لوړ او سپېڅلي ذات فرمایلي دي: {فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ} (نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې). [التوبة سورت: 11 آیت]، او له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلَامِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ». «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قایم کړي، زکات ورکړي، کله یې چې - دا کارونه - وکړل نو زما څخه یې وینې او مالونه په امن کې شول مګر د اسلام لپاره، او حساب یې پر الله تعالی دی». (بخاري (1399، 7284)، مسلم (20)، ابوداود (1556)، ترمذي (2607) او نسائي (2443) روایت کړی دی.
او د دې ایمان لپاره بسنه نه کوي چې یوازې په زړه کې وي، بلکه خامخا پرې باید ژبه تلفظ وکړي، لدې امله پیغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ». «ماته امر شوی چې خلکو سره تر هغه وجنګیږم تر څو د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته». (بخاري (25) او مسلم (22) روایت کړی دی. او تر هغه پورې ایمان ريښتیا کیدلی نه شي تر څو چې اندامونه پرې عمل ونه کړي، حق ذات فرمایلي او د هغه وینا حق ده: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُون* (بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون* هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي. أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا}. همدغه خلق په حقه مومنان دي) [الأنفال سورت: 2-4 آیتونه]، او الله تعالی فرمايي: {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَـئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون} (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي) [البقرة سورت: 177 آیت].
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، «چا چې له تاسو څخه ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، (مسلم (49)، ابو داود (1140)، ترمذي (2172)، نسائي (5008) او ابن ماجه (1275) روایت کړی دی. نو دا حدیث پر دې دلالت کوي چې ایمان په زړه کې تفاوت لري.
او په الله - تعالی - باندې د ایمان لرلو سره په طاغوت کافریدل حتمي - خبره - ده، الله تعالی فرمایلي: (ِ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا) (نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انکار وکړ او په الله یې اېمان راوړ، نو یقېنا ده ډېره مضبوطه کړۍ ټېنګه ونېوله، چې هغې لره هېڅ پرېکېدل نشته، او الله اوریدونکی او پوه دی) [البقرة سورت: 256 آیت]، او له شرک او مشرکانو څخه بیزاري، نو تر هغه موحد نه شي جوړیدلای تر څو چې له شرک او مشرکانو څخه بې زاره نه شي، الله - جل جلاله - فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاء مِّمَّا تَعْبُدُون} (او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ) [الزخرف سورت: 26 آیت].
او پدې ایمان کې بنده باید الله رب العالمین ته مخلص وي، الله - تعالی - فرمایلي دي: (هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي) [غافر سورت: 65 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء} (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي). [البينة سورت: 5 آیت]، وعن أبي هريرة رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِكَ يَوْمَ القِيَـامَةِ؟ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «لَقَدْ ظَنَنْتُ -يَا أَبَا هُرَيْرَةَ- أَلَّا يَسْأَلُنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ، مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ، أَوْ نَفْسِهِ». او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: وویل شول چې: ای د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نیکمرغه انسان څوک دی ؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: « ای ابو هریرة ! یقینا ما فکر کړی و چې ستا څخه پرته به هیڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړۍ پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نیمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ) ویلي وي». (بخاري (99، 6570) روایت کړی دی).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، يَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللَّهِ». «یقینا الله - تعالی - په اور باندې هغه څوک حرام کړي دي چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، یې ویلي وي او پدې سره د الله مخ غواړي». (بخاري (۴۲۵)، مسلم (۳۳)، نسائي (۷۸۸) او ابن ماجه (۷۵۴) روایت کړی دی).
او دا چې یقیني وي نه شکمن، سپیڅلي حق ذات فرمایلي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا } [الحجرات:15]. (بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى، بیا يې شك نه دى كړى). [الحجرات سورت: 15 آیت]، او الله تعالی د هغه کافر په اړه خبر ورکوي چې باغ یې درلوده چې هغه ویلي دي: {وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَى رَبِّي لأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا} (او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم). [الكهف سورت: 36 آیت].
او دا چې ایمان یې له پوهې څخه وي، نو د ایمان په حقیقت او غوښتنو پوهیږي او هغه څه یې چې ضد دي، الله تعالی فرمایلي: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ...﴾ (نو ته پوهه شه چې بېشکه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى). [محمد سورت: 19 آیت].
او باید د علم او اخلاص سره هغه څه ومني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی او هغه څه چې ایمان یې په ضمن کې لري، او د {لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ} کلمې پرې دلالت کړی وي چې هغه یوازې د یو الله عبادت او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي نو چا چې - دا کلمه - وویله: او یوازې د یو الله عبادت یې ونه مانه، نو له هغه چا څخه به وي چې الله تعالی يې په اړه فرمایلي: {إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ يَسْتَكْبِرُون* (بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه. وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُون} او دوى وايي چې آیا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (باطله) پرېښودونكي یو) [الصافات سورت: 35، 36 آیتونه].
او دا چې غاړه کیږدي او پیروي وکړي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى} (او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په داسې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي). [لقمان سورت: 22 آیت].
او دا چې په وینا، کړنه او عقیده کې ریښتونی وي، تر څو هغه څه تر لاسه کړي چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - پرې په خپلې دې وینا سره خبر ورکړی: «مَا مِنْ أَحَدٍ يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، صِدْقًا مِنْ قَلْبِهِ، إِلَّا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». «هیڅ یو مسلمان نشته چې د (أشهد أن لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ) ګواهي د زړه له اخلاصه ورکړي مګر دا چې الله تعالی به يې په اور باندې حرام کړي». (بخاري (128) او مسلم (32) روایت کړی دی.
او دا چې د دې دین سره مینه او محبت ولري، او هغه چا چې قانوني کړی دی، او هغه چا چې پرې راتګ کړی، او هغه چا چې د دین په حیث منلی، الله تعالی فرمایلي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) (او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړي دي؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي). [البقرة سورت: 165 آیت]، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِيْنَ». "په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلی تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ګران نه شم". بخاري (15)، مسلم (44)، نسائي (5013) او ابن ماجه (67) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلَاوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المرءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ». «دري - خویونه - دي چې په چا کې وي نو د ایمان خواږه به ومومي: چې الله او رسول یې ورته له هر څه زیات محبوب وي، او دا چې څوک خوښ ګڼي نو خوښ دې نه ګڼي مګر د الله لپاره، او کفر ته بیرته ورګرځیدل ورته داسې بد ښکاري لکه څرنګه چې خوښ نه ګڼي چې په اور کې دې واچول شي». بخاري (16)، مسلم (43)، ترمذي (2624)،نسائي (4987) او ابن ماجه (4033) روايت کړی دی.
او لکه څرنګه چې الله -تعالی- د ایمان حقیقت، د هغه غوښتنې، او شرطونه بیان کړل، نو پدې سره یې د ضدي مشرکانو شکونه او شبهې له منځه وړي دي او دا - خبره - یې ښکاره کړې ده چې دوی په خپل شرک باندې هیڅ دلیل نه لري؛ ځکه دا معبودان باطله مخلوق دي، بل څوک یې چاري سموي او هیڅ شی نه شي پیدا کولی او دوی په آسمانونو او ځمکه کې د مثقال د یوې ذرې په اندازه هم د څه شي واک نه لري، الله تعالی فرماېلي: {أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ} (آیا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا کول کیږي). {وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ} او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَتَّبِعُوكُمْ سَوَاء عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُون * او كه چېرې تهٔ دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره يو شان ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه واوسئ. إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين * بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون* آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ. إِنَّ وَلِيِّـيَ اللّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِين * بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي. وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُون* او هغه خلک چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَسْمَعُواْ وَتَرَاهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لاَ يُبْصِرُون} او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى (ستا بلنه) نه اوري (نه يې قبلوي) او ته به دوى وینې چې (ګويا كې) تا ته ګوري، په داسې حال كې چې دوى لیدل نه كوي) [الأعراف سورت: 191-198 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير* ته (دې مشرکانو ته) ووایه: تاسو هغه معبودان وبولئ چې تاسو هغه له الله تعالی نه غیر معبودان ګڼلي دي، دوی د یوې ذرې اندازه واک نه لري په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې او د دوی لپاره په دغو دواړو کې هېڅ برخه (شرکت) نشته، او نشته دغه الله تعالی ته له دوی نه هېڅ مرستندوی. وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ} او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي) [سبأ سورت: 22، 23 آیتونه]، او دې آیت د شرک ټولې اړیکي پرې کړې.
او حق ذات دا - خبره - ښكاره كوي چې دا (د الله سره برابر ګڼل شوي) معبودان؛ چې له الله پرته یې عبادت کیږي، د هغه چا بلنه نه اوري چې څوک یې رابلي، او که يې واوري نو ځواب نه وركوي او د قيامت په ورځ به هغوی د دوی له شرک څخه منکر وي، او ترې به بېزاره وي، حق ذات د لوی سلطنت خاوند فرمایلي: إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ (14)) كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آیت].
لکه څرنګه چې حق ذات بیانوي چې دا باطل معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نو له الله پرته څنګه د دوی عبادت کیدلی شي؟!. الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا} (او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كيدلی شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو) [الفرقان سورت: 3 آیت].
الله - جل جلاله - څرګنده کړې ده چې باطل خدایان خپلو پیروانو ته د رزق ورکولو واک نه لري، الله تعالی فرمايي: {وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُون} (او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق له اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري). [النحل سورت: 73 آیت]، نو دوی څنګه د هغه چا عبادت کوي چې هیڅ نه لري؛ نه د رزق ورکولو توان لري، او نه د دې چې ګټه او یا ضر ورسوي؟!
هغه پر دوی استدلال وکړ چې کله ورته زیان ورسيږي یا په مصیبت کې ولویږي نو یوازې یو الله ته په دین کې اخلاص کوونکي رجوع کوي او کله یې چې وژغوري، بیرته خپل شرک ته راستانه شي، الله - تعالی - فرمایلي: (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: 65آیت].
او لکه څرنګه چې حق - ذات - د مشرکانو دعوا باطله کړه چې د الله - تعالی - سره یې برابر نا حقه معبودان نیولي وو، ټولې هغه ادعاوې یې هم باطلې کړې چې الله - تعالی - (د ځان لپاره) زوی نیولی، نو هغه پاک ذات وفرمایل: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]، او الله سبحانه وتعالی فرمایلي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]. او حق ذات روښانه کړه چې یهودو او نصاراو ادعا کوله چې الله - تعالی - زوی لري، نو حق - ذات - وفرمایل: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون} (او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!) [التوبة سورت: 30 آيت]، او الله - تعالی - د دوی عقیده له اصله باطله کړه. ځکه هغه انسان چې خواړه خوري څنګه اله (معبود) کېدلی شي؟! معبود خوراک نه کوي او نه څښاک او نه هغه څه ته اړتیا لري چې انسان یې ورته لري، الله تعالی فرمایلي دي: {مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُون}. (نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو، ته وګوره مونږ څنګه دوى ته آیتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف ته اړولى شي. قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې ستاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفعې او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [المائدة سورت: 75، 76 آیتونه].
او الله تعالی پرښتو ته عبادت کول باطل کړ، او دا یې ښکاره کړه چې دوی - سره له دې چې الله - تعالی - ته نږدې دي - بیا هم هیڅکله د چا سفارش نه شي کولی مګر د هغه له اجازې نه وروسته، نو کله چې د پرښتو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د دې باطلو معبودانو - عبادت وشي. نو زمونږ رب فرمایلي دي: {وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لاَ تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلاَّ مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاء وَيَرْضَى} (او په آسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي). [النجم سورت: 26 آیت]، او دوی له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوی د پاسه دی، الله تعالی فرمايي: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي. يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته یې حكم کیږي). [النحل سورت: 49، 50 آیتونه]، لوى الله - تعالی - فرمايلي: {لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْداً لِّلّهِ وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا} (هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك (دغه عار ګڼي) چې مقرب دي او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي) [النساء سورت: 172 آیت]، نو کله چې د ملاېکو دا حال دی، نو څنګه کیدی شي چې له الله تعالی پرته دې - د غیرالله - عبادت وشي؟
او همدا رنګه أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - سره له دې چې مرتبه یې په دنیا او آخرت کې لوړه ده - ځان ته د ګټې او تاوان رسولو واک نه لري، نو لدې پرته نور لا څوک دي؟! الله -تعالی- د پیغمبرانو - علیهم السلام - په اړه فرمایلي دي چې دوی د خپل رب عبادت د هیله مندۍ او ویرې له مخې کوي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت: 90 آیت]، او الله تعالی خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - ته امر وکړ چې ووایي؛ لکه څرنګه چې الله تعالی - د هغه له خولې - خبر ورکوي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون} [الأعراف:188]. (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: 188 آیت]، او کله چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - هغه مشرکانو ته خیراوې وکړې چې د احد په جنګ کې یې دی زورولی و، نو الله - تعالی - پرې دا وینا نازله کړه: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذَّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون} (ستا لپاره د دې كار په هکله هېڅ اختیار نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي) [آل عمران سورت: 128 ایت]. او له زهري څخه روایت دی فرمایي: ماته سالم له خپل پلار څخه یې - رضي الله عنه - حدیث بیان کړ چې هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي کله یې چې د سهار د لمانځه په ورستي رکعت کې له رکوع څخه سر پورته کړ وییل یې: «اللَّهُمَّ العَنْ فُلَانًا وَفُلَانًا وَفُلَانًا»، بَعْدَ مَا يَقُولُ: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ»، فَأَنْزَلَ اللَّهُ: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ} إِلَى قَوْلِهِ: {فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون}. «ای الله په فلاني او فلاني او فلاني دې لعنت راولیږه - یعنې له خپل رحمت څخه یې وشړه -» وروسته له هغه چې «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» به یې وویل: نو الله تعالی - دا آیت - نازل کړ:{لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ} تر دې وینا پورې: {فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون}. (بخاري (۴۵۵۹) او نسائي (۱۰۷۸) روایت کړی دی).
(بــاب الإيمان بأسماء الله وصفاته) باب دی په باره د ایمان کې په نومونو او صفتونو د الله تعالی
او مونږ ایمان لرو چې الله -پاک- یو دی پخپلو صفاتو د جمال او د کمال کې او دا چې هغه پاک ذات لره خورا نیک نومونه او لوړ صفتونه دي چې له قرآن او سنت څخه په تواتر ثابت او د کمال درجې ته رسیدلي عقلونه پرې ګواهي ورکوي او سالم فطرتونه یې هم مني او د اسلامي امت علماوو پرې اجماع کړې، بلکې ټول الهي رسالتونه د الله تعالی د نومونو، صفتونو او افعالو په بيان سره راغلي دي. او الله -تعالی- دا خبره په مشرکانو عیب وګڼله چې د بوتانو عبادت کوي؛ ځکه چې بوتان د دوی په څیر پیدا شوي (مخلوق) دي، بلکې لدوی څخه خورا ټیټ او ناقص دي، نه لیدل کولي شي او نه اوریدل، بلکې پښې نه لري چې پرې لاړ شي، او لاسونه نلري چې نیول پرې وکړي، حق ذات فرمایلي دي: إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِين * (بېشكه هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون * آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ). [الأعراف سورت: 194، 195 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلاً جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّهُ لاَ يُكَلِّمُهُمْ وَلاَ يَهْدِيهِمْ سَبِيلاً اتَّخَذُوهُ وَكَانُواْ ظَالِمِين} (او د موسٰی قوم (طور ته) د هغه (له تلو) نه پس له خپلو زېوراتو نه مجسم خوسی جوړكړ چې د هغه اواز د سخي و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دغه (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو). [الأعراف سورت: 148 آیت].
او مونږ ایمان لرو لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان صفت بیان کړی، او لکه څرنګه چې د هغه رسول - صلی الله علیه وسلم - هغه په کومو صفتونو سره یاد کړی دی، نو د هغه پاک ذات په مثل هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی لیدونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِير} (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی). [الشورى سورت: 11 آیت]. نو مونږ الله - تعالی - ته هغه څه ثابتوو چې ځانته یې ثابت کړي دي، او یا یې رسول -صلی الله علیه وسلم- ورته ثابت کړي دي، او هغه څه ورڅخه نفي کوو چې له خپل ځان څخه یې نفي کړي او یا یې رسول - صلی الله علیه وسلم - ورڅخه نفي کړي وي پرته له تعطیل (له معنا څخه انکار) ، تمثیل (د بیلګې بیانولو)، تکییف (د څرنګوالي په اړه پوښتنې کولو) او تحریف (په معنا کې له بدلون) څخه. او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې زمونږ رب وړاندې له دې چې مخلوقات پیدا کړي په خپلو صفتونو باندې یاد و، او دا چې هغه له ازله تر ابده د کمال، جلال او جمال په تر ټولو لوړه مرتبه دی؛ ځکه هغه اول او آخر دی، هغه اول دی مخکې ترې هیڅ شی نشته، او آخر دی وروسته ترې څه شی نشته، نو هغه د کمال او عزت په نومونو او صفتونو سره لومړی دی او هغه د کمال او عزت په صفتونو سره وروستی دی.
او موږ ایمان لرو چې په هغه پاک - ذات - لکه څرنګه چې مخلوقات د علم په لحاظ احاطه نه شي کولای، نو همدا رنګه یې د هغوی سترګي هم نه شي احاطه کولای، الله تعالی فرمایلي: (يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: 110 آیت]، او الله تعالی فرمایې: {لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير} (نشي را لاندې کولی الله -تعالی- لره نظرونه (سترګي) او هغه الله -تعالی- خو را لاندې کوي ټول نظرونه (د مخلوق) او الله تعالی ډیر باریک بین خبردار ذات دی). [الأنعام سورت: 103 آیت]. امام ابن قتیبه -رحمه الله- فرمایلي: موږ باید د الله - تعالی - په صفتونو کې هلته ودریږو چیرته چې الله - تعالی - توقف کړی او یا چیرته چې یې رسول - صلی الله علیه وسلم - توقف کړی او یو لفظ له هغې - معنا - څخه وانه ړوو په کوم سره یې چې عرب پېژني او هغه نوم یې پرې ایښودلی وي، او لدې پرته نور توقف کوو. (الاختلاف في اللفظ والرد على الجهمية، د ابن قتيبة (مخ: 44).
او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی له صفتونو څخه ځینې د هغه له ذات سره لازم دي لکه: ژوند، علم، اوریدل، لیدل، لاس، ګوتې، او له صفتونو څخه یې ځینې نور د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړلي دي لکه: غصه، خوښي او راکوزیدل. او مونږ ایمان لرو چې - الله - هر څه وغواړي هغه کوي، هغه هر کار تر سره کوي کله یې چې وغواړي، څه شی چې وغواړي او څرنګه یې چې وغواړي، عزت ورکوي چاته چې یې خوښه شي او رسوا کوي چاته چې وغواړي، امر لره یې منع کوونکی نشته، او نه یې په پریکړو او واکدارۍ باندې کوم څارونکی شته.
او مونږ عقیده لرو چې د الله تعالی ځینې صفتونه مطلق راغلي دي، نو الله -تعالی- پرې مطلق توصیفوو، لکه: سمع، حیات، بصر او داسې نور، او ځینې یې مقید راغلي دي، نو په همغه تقیید سره پریښودل کیږي، لکه د هغه یادول پر دې چې هغه د خپلو دښمنانو د مکر په مقابل کې له مکر څخه کار اخلي، او خپل دښمنان هیروي کله یې چې هغوی هېر کړي.
او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - په ځینو صفتونو سره په یو حالت توصیف شوی دی ( یعنې د صفت بڼه بدلون نه مومي ) لکه د ژوند (حیات) صفت، د قیومیت صفت (په خپل ذات قائم چې نور ورته اړ وي او دی چاته اړتیا ونه لري) او د عظمت (لوی والي) صفت، نو په قرآن او یا سنت کې په یوه بڼه ذکر شوي دي. او مونږ ځینې داسې صفات وینو چې په قرآن او سنت کې په بیلابیلو طریقو سره بیان شوي دي، لکه د کلام صفت، د علو (لوړوالي) صفت، د ید (لاس) صفت او د قیامت په ورځ د حساب او کتاب په موقفونو او جنت کې خپل رب لره د مؤمنانو لیدل.
او د هغه پاک او متعال ذات له صفتونو څخه : علم (پوهه) او سمع ( اوریدل ) دي: الله تعالی فرمایلي: (قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى]. [الأنبياء سورت: 4 آیت].
او له صفتونو څخه یې : بصر( لیدل ) دي، الله تعالی فرمایلي دي: (یقینا الله تعالی هم هغه ښه اوریدونکی، ښه لېدونکی دی). [غافر سورت: 20 آیت]، او له أبو یونس سلیم بن جبیر؛ د أبو هریرة - رضی الله عنه - له غلام څخه روایت دی فرمایي: « له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مې اوریدلي دي چې دا آیت یې لوسته: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا} [النساء سورت: 58 آیت] د الله - تعالی - تر دې قوله پورې: {سميعا بصيرًا} وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې خپله غټه ګوته یې په غوږ او ورپسې یې په سترګه کېښودله، أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې - دا آیت یې - لوسته او دواړه ګوتې یې ایښودلې وې، ابن یونس فرمایي: مقرئ ویلي: {إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} ، يَعْنِي دا چې الله تعالی لره سمع او بصر شته». ( ابو داود (۴۷۲۸)، حفص بن عمر د قرائت په برخه کې (۳۳)، ابن خزیمه په توحید کې (۴۹) او ابن ابی حاتم په تفسیر (۵۵۲۴) کې روایت کړی دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : العین ( سترګه ) ده، الله تعالی فرمایلي: {وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي} (او د دې لپاره چې ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي) [طه سورت: 39 آیت]، او ویې فرمایل: {وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا} [الطور: 48]، (نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې). او هغه پاک ذات چې د سپیڅلې ثنا خاوند دی فرمایلي: {وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا} (اوجوړوه کښتئ زمونږ د سترګو مخامخ). [ د هود سورت: 37 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا} (چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله). [القمر سورت: 14 آیت]، او له نافع بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په وړاندې دجال یاد شو نو ویې فرمایل: «إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَى عَلَيْكُمْ، إِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ -وَأَشَارَ بِيَدِهِ إِلَى عَيْنِهِ- وَإِنَّ المسيحَ الدَّجَّالَ أَعْوَرُ العَيْنِ اليُمْنَى، كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ». «یقینا الله تعالی په تاسو باندې نه پټېږي، الله -تعالی- ړوند ندی، -او په خپل لاس سره یې خپلې سترګي ته اشاره وکړه - او یقینا مسیح الدجال چې دی؛ نو ښۍ سترګه یې ړنده ده، سترګه یې لکه د چوپلي انګور په څېر ده». بخاري (7407)، مسلم (169)، ابوداود (4757) او ترمذي (2241) روایت کړی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : الحیات (تل ژوند) او القیومیت (په خپل ذات ولاړ چې نور ورته محتاج وي او دی چاته محتاج ندی) دي، الله تعالی فرمایلي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى). [آل عمران سورت: 2 آیت].
او د هغه پاک او لوړ ذات له صفتونو څخه : کلام دی: نو هغه په کلام سره موصوف و وړاندې لدې چې مخلوقات پيدا کړي او خبرې ورسره وکړي، او زمونږ د رب کلام د هغه د مشیئت (خوښې) پورې تړاو لري، نو کله چې وغواړي خبرې کوي، او د الله د صفت؛ کلام خبر په قرآن کریم کې په بیلابیلو وجوهاتو سره راغلی دی، نو هر هغه څه چې الله تعالی پرې د خپل ځان په اړه خبر ورکړی چې هغه امر کوي یا منع کول کوي نو دا د هغه په کلام دلالت کوي لکه د الله تعالی دا قول: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُون} (بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركښۍ نه منع کول كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ). [النحل سورت: 90 آیت]. او هر هغه څه چې الله - تعالی - پرې د خپل ځان په اړه خبر ورکړی چې هغه ویلي دي یا یې وایي، لکه د هغه عزتمند ذات دا وینا: {إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ} (كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم). [آل عمران سورت: 55 آیت]. او په هر هغه څه کې چې د الله تعالی لخوا د یو څه په اړه خبر ورکول شوی او د خبرې اضافت الله تعالی ته شوی نو دا الله رب العالمین ته د کلام د صفت په ثبوت دلالت کوي، حق ذات فرمایلي: {قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِير} (هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ). [التحريم سورت: 3 آیت].
او هر هغه څه چې د الله - جل جلاله - د بلنې یا مناجات څخه راغلي او اضافت یې الله - تعالی - ته شوی نو دا الله رب العالمین ته د کلام د صفت په ثبوت دلالت کوي لکه څرنګه چې الله - تعالی - په دې وینا کې فرمایلي: {وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او مونږ آواز وکړ هغه (موسی علیه السلام) ته، د طور غر د ښي اړخ نه او هغه مونږ ځان ته رانزدي کړی وو رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)]. [مريم سورت: 52 آیت]. او هره وینا چې راغلې او اضافت یې الله - تعالی - ته شوی ، او یا وینا په قرآن کې راغلې چې الله تعالی پرې موصوف شوی وي نو دا د الله د کلام په صفت دلیل دی. او دا زیات بې شمېره دي، او لدې څخه چې هغه متعال ذات له ملاېکو سره خبرې کړي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ} (او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم). [البقرة سورت: 30 آیت]، او له آدم سره یې خبرې کړي دي: {وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا}. (او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي). [البقرة سورت: 35 آیت]، او له موسی - علیه السلام - سره یې خبرې کړي دي: {قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي} ( الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى). [الأعراف سورت: 144 آیت].
او زمونږ د رب له کلام څخه ځینې بلنه وي، لکه څرنګه چې یې ابراهیم الخلیل - علیه السلام ته بلنه ورکړه ، الله تعالی فرمایلي: {وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيم} (او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه) [الصافات سورت: 104 آیت]، او ځینې یې مناجات وي (د دوو تر منځه پټې خبرې) لکه څرنګه چې زمونږ رب له موسی - علیه السلام - سره مناجات وکړ: {وَنَادَيْنَاهُ مِن جَانِبِ الطُّورِ الأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او مونږ آواز وکړ هغه (موسی علیه السلام) ته، د طور غر د ښي اړخ نه او هغه مونږ ځان ته رانږدي کړی و رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)]. [مريم سورت: 52 آیت]، ابن عباس - رضي الله عنهما - پدې آیت کې فرمایلي: "تر هغه پورې چې هغه د قلم کشاری واورید". ابن ابي شیبه (۳۲۵۰۶)، هناد په الزھد کې (۱۴۹) او عبدالله بن احمد په السنة کې (۱۲۳۱)، او الطبري په التفسیر کې (۱۵/۵۵۹) او حاکم په (۳۴۷۲) شمېره روایت کړی دی. او سدي ویلي: {وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا} [او هغه مونږ ځان ته رانزدي کړی و، رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)] وایې: « په آسمان کې ننویستل شو او خبرې ورسره وشوې». (تفسیر ابن کثیر (۵/۲۳۸) او الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور (۵/۵۱۵) کې. او زمونږ د رب خبرې ملاېکې اوري لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې راغلي دي {حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِير} [سبأ سورت:23 آیت]. (تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [سبأ سورت: 23 آیت]، او له مسروق څخه روایت دی هغه له عبد الله - رضی الله عنه - څخه روایت کوي وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا تَكَلَّمَ اللَّهُ بِالْوَحْيِ، سَمِعَ أَهْلُ السَّمَاءِ لِلسَّمَاءِ صَلْصَلَةً كَجَرِّ السِّلْسِلَةِ عَلَى الصَّفَا، فَيُصْعَقُونَ، فَلَا يَزَالُونَ كَذَلِكَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ جِبْرِيلُ، حَتَّى إِذَا جَاءَهُمْ جِبْرِيلُ فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ. قَالَ: فَيَقُولُونَ: يَا جِبْرِيلُ، مَاذَا قَالَ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: الْحَقَّ، فَيَقُولُونَ: الْحَقَّ، الْحَقَّ». «کله چې الله - تعالی - په وحې سره وینا وکړي، نو د اسمان اوسیدونکي د اسمان یو زنګهار واوري لکه د اوسپنې د ځنځیر په څېر کله چې په تیږه ووهل شي نو ټول بې هوشه شي، تر هغه پورې به همداسې پاتې وي تر څو ورته جبریل راشي، نو کله چې ورته جبریل راشي نو د دوی زړونه به روښانه شی وایې: نو وبه وایې: ای جبرائیله: رب دې څه وویل: نو وبه وایي: حق یې وویل، نو هغوی به ووایې : الحق الحق». (ابو داود (۴۷۳۸)، عثمان بن سعید الدارمي په: الرد علی الجهمیة کې(۱۵۸)، عبدالله بن احمد په السنة (۵۳۶) کې او محمد بن نصر په تعظیم قدر الصلاة کې(۲۱۷) روایت کړی دی.
او د قیامت په ورځ به له مخلوقاتو سره خبرې کوي، لکه څرنګه چې پدې سره رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی دی: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، وَلَا حِجَابٌ يَحْجُبُهُ». «په تاسو کې هیڅوک داسې نشته مګر دا چې د هغه سره به یې رب خبرې وکړي، د ده او د هغه تر منځه به کوم ژباړونکی نه وي او نه به پرده وي چې ترې پټ یې کړي». بخاري (7443)، مسلم (1016)، ترمذي (2415) او ابن ماجه (185) روایت کړی دی.
او مخلوقات به د قيامت په ورځ د الله - تعالی - کلام اوري لکه د عبدالله بن انيس رضي الله عنه څخه چې روايت دى فرمايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «يَحْشُرُ اللَّهُ العِبَادَ، فَيُنَادِيهِمْ بِصَوْتٍ يَسْمَعُهُ مَنْ بَعُدَ كَمَا يَسْمَعُهُ مَنْ قَرُبَ: أَنَا الملكُ، أَنَا الدَّيَّانُ». «الله تعالی به بنده ګان راپاڅوي، نو په داسې یو غږ سره به ورته آواز وکړي چې لرې به یې داسي اوري لکه نږدې یې چې اوري: زه (ملک) یعنې پادشاه یم، زه (دیان) یعنې حساب کوونکی او جزا ورکوونکی یم». (بخاري معلق روایت کړی (9 / 141) او په الأدب المفرد کې (970) او په خلق أفعال العباد کې (90) او احمد (16042) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله پاک له خپل مخلوق څخه پټ دی، نو دوی یې په دنیا کې نه ګوري او هغه له خپلو پرښتو او رسولانو سره له چا سره چې وغواړي د پردې تر شا خبرې کوي الله تعالی فرمايلي: {وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلاَّ وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيم} (او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته، یا استازى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره وررسوي هغه چې (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى). [الشورى سورت: 51 آیت].
او له أبو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې یوه ورځ ودریده او - پنځه حبرې یې بیان کړې - نو ویې وییل: «إِنَّ اللهَ عز وجل لَا يَنَامُ، وَلَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَنَامَ، يَخْفِضُ الْقِسْطَ وَيَرْفَعُهُ، يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ، وَعَمَلُ النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْلِ، حِجَابُهُ النُّورُ لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ». «په حقیقت کې الله –تعالی- نه ویده کيږي، او د هغه لپاره نه ښایي چې ويده شي؛ د بندګانو رزق ښکته او پورته کوي، د شپې عمل ورته د ورځې له عمل څخه مخکې پورته کیږي، او د ورځې عمل ورته د شپې له عمل څخه مخکې پورته کیږي، د هغه پرده نور (رڼا) ده، که چېرته یې لرې کړه، نو د هغه د مخ وړانګې به ټول هغه څه وسوځوي چې له مخلوقاتو څخه یې ورته لید رسیږي». (مسلم (179) او ابن ماجه (195) روایت کړی دی.
او زمونږ د رب کلام داسې توصیف کیږي چې ځینې یې له نورو څخه نوی دی، حق ذات فرمایلي دي: {مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مَّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلاَّ اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُون} (دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي). [الأنبياء سورت: 2 آیت]، او ځینې یې له ځینو نورو غوره دی، له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی : چې یو سړي له بل څخه واوریدل چې {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد} یې تکراراوه، نو کله یې چې سبا کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې یادونه یې ورته وکړه، او ګویا هغه سړي دا - عمل - کم ګاڼه ، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، إِنَّهَا لَتَعْدِلُ ثُلُثَ القُرْآنِ». «قسم دې زما په هغه ذات وي چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، دا - سورت - د قرآن د دریمې برخې سره برابر دی». (بخاري (5013)، ابوداود (1461) او نسائي (995) روایت کړی دی.
او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: پداسې حال کې چې جبریل - علیه السلام - د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو چې له پاسه یې غږ واوریده نو سر یې پورته کړ، ویې وییل: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ، فَقَالَ: هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَسَلَّمَ، وَقَالَ: أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ». «دا له آسمان څخه یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، هیڅکله نه وه خلاصه شوې مګر نن ورځ، یوه ملاېکه ترې راښکته شوه، نو ویې وییل: دا ملاېکه ځمکې ته راښکته شوه چې هیڅکله نه وه راښکته شوې مګر نن ورځ، نوسلام یې واچاوه او ویې وییل: زیری واخله په دوو رڼاګانو باندې چې تاته درکړای شوې او ستا څخه وړاندې هیڅ نبي ته ندي ورکړل شوي: فاتحة الکتاب، او د البقرې سورة د پای -آیتونه- هیڅ توری به لدې دواړو څخه نه لولې مګر دا چې درکول کیږي به». (مسلم (806)، او نسائي (912).) روایت کړی دی.
او قرآن او ټول آسماني کتابونه چې د الله - تعالی - لخوا پر رسولانو - علیهم السلام - نازل شوي دي لکه: د ابراهیم او موسی - علیهما السلام - صحیفې، تورات، انجیل او زبور - دا ټول د الله - تعالی - کلام دی او په ټولو سره الله - تعالی - خبرې کړي دي او جبرائیل علیه السلام ترې برای راس (په غیر د واسطې) اوریدلي او الله - تعالی - تورات په تختو کې لیکل شوی نازل کړی او جبریل - علیه السلام - د الله - تعالی - لخوا په انبیاوو او رسولانو-علیهم السلام - وحې نازل کړې ده ، الله -تعالی- فرمایلي: {نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين * (دا جبریل امین راكوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين} ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې). [الشعراء سورت: 193، 194 آیتونه]، او الله - تعالی- فرمایلي دي: {فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158آیت]. او د الله کلام او د هغه کلمات مخلوق ندي، لدې امله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله - تعالی - په کلمو سره پناه غوښتلې ده، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «مَنْ نَزَلَ مَنْزِلًا، ثُمَّ قَالَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»، «څوک چې یو ځای کې میشت شو (د یو څه وخت لپاره دیره شو) او بیا یې وویل: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»،یعنې پناه نیسم د الله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه چې هغه پیدا کړی دی، نو هیڅ شی به ورته ضرر ونه رسوي، تر څو چې له هغه ځای څخه تللی نه وي»، ( مسلم (2708)، ترمذي (3437) او ابن ماجه (3547) روایت کړی دی. او که چېرته د الله - تعالی - خبرې مخلوق وای، نو زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - به پرې پناه نه وه غوښتلې. نو د الله - تعالی - کلام مخلوق ندی، آیا ته نه ګورې چې "الله تعالی د خپلې وینا او د خپلو مخلوقاتو ترمنځ جلاوالی راوستی؟ او هغه ته یې وینا نده ویلې، - الله تعالی - فرمايلي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ} [الاعراف سورت: ۵۴ آیت] یعنې: اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، نو کله یې چې وويل: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ} نو ټول مخلوقات د دې لاندې راغلل او هیڅ شی ترې پاتې نه شو، بیا یې د هغه څه یادونه وکړه چې مخلوق ندی نو ویې فرمایل: {وَالأَمْرُ} یعنې : او حكم كول، نو حکم کول یې د هغه دا وینا ده چې. د لوی شان خاوند دی الله؛ چې د عالمیانو رب دی - هغه لدې څخه پاک دی چې - وینا یې مخلوق وي». (وګورئ: الرد علی الجهمیة، د امام احمد (۲۲۴ مخ).
او مونږ د الله - تعالی - د کائناتي کلمو ترمنځ توپیر کوو چې د الله -تعالی- د دې وینا په څېر ذکر شوي دي: {وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُواْ عَلَى مَا كُذِّبُواْ وَأُوذُواْ حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقدْ جَاءكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِين} (او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان درواغجن بلل شوي وو، نو هغوى په درواغجن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مرسته راغله، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا تا ته خو د رسولانو څه خبرونه راغلي دي). [الأنعام سورت: 34 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا} (ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره رنګ شي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد (يا رنګ) هم راوړو). [الكهف سورت: 109 آیت]، او د هغه شرعي کلام لکه چې د الله - تعالی - د دې وینا په څېر راغلی دی: {وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته،او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى). [الأنعام سورت: 115 آیت]، او د هغه متعال ذات دا وینا: {وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ} (او (ياد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهيم په څو خبرو سره وازمايه، نو (ابراهيم) هغه پوره كړې). [البقرة سورت: 124 آیت].
امام دارمي ویلي: «د الله - تعالی - له کلام څخه انکار نه کوي مګر هغه څوک چې غواړي هغه څه باطل کړي چې الله - پاک - نازل کړي دي او هغه څوک څنګه د خبرو کولو توان نه لري چا چې بنده ګانو ته خبرې کول ورزده کړي دي او مخلوقات یې ناطق ګرځولي دي؟!». (الرد على الجهمية،د الدارمي (مخ: 155).
د هغه له صفتونو څخه (العزة) دی، حق ذات فرمایلي: {سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُون} (ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي). [الصافات سورت: 180 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا} (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت). [فاطر سورت: 10 آیت].
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت ( القهر) یعني غلبې والا دی، الله تعالی فرمایلي {وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى). [ص سورت: 65 آیت].
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: الجبروت: (د قهر، سلطنت او عزت خاوند)،او الملكوت: (د لویې پادشاهۍ خاوند) او الكبرياء (د تکبر او لویۍ خاوند) او: العظمة (د لوی والي خاوند) دی او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - به په رکوع کې وییل: «سُبْحَانَ ذِي الْجَبَرُوتِ وَالْمَلَكُوتِ وَالْكِبْرِيَاءِ وَالْعَظَمَةِ». (پاکي ده هغه ذات لره چې د: جبروت؛ یعنې قهر، سلطنت او عزت خاوند دی، والملکوت: یعنې د لوی پادشاهۍ خاوند دی، والکبریاء: د تکبر او لویۍ خاوند دی، و العظمة: او د عظمت او لویۍ ذات دی). ابوداود (873)، نسائي (1049)، احمد (23980)، ترمذي (314) او بزار (2750) روایت کړی دی. او هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «قال الله عز وجل: الْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالْعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا، قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ». «الله –جل جلاله- وفرمایل: لویي زما څادر دی او عظمت زما لنګ دی، نو ددې هر یو په اخیستلو کې چې څوک زما سره شخړه وکړي؛ هغه به اور ته واچوم». (ابوداود (۴۰۹۰)، ابن ماجه (۴۱۷۴)، حمیدي (۱۱۸۳)، ابن ابي شیبه (۲۷۱۱۱) او احمد (۷۳۸۲) روایت کړی دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : اراده (د یو کار قصد کول ) او مشیئت (هر کار په خپله خوښه کول) دي، الله تعالی فرمایلي: {يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ} (الله پر تاسو د آسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري). [البقرة سورت: 185 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِين} (او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي). [الأنفال سورت: 7 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (او تاسو (د سمې لارې) اراده نشئ کولی مګر دا چې الله رب العالمین یې اراده وکړي). [التكوير سورت: 29 آیت].
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: القدرة دی (وړتیا او توانایي)،الله تعالی فرمایلي: {وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاء قَدِير} (او د ده له نخښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځنده و پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى). [الشورى سورت: 29 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {إِنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى). [البقرة سورت: 20 آیت].
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: الرحمة (د رحمت خاوند) دی، پاک رحیم او رحمان ذات فرمایلي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى) [الأعراف سورت: 156 آیت]، لوړ او سپېڅلي ذات فرمایلي دي: { كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ} (ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي). [الأنعام سورت: 54 آیت]، نو دا رحمت د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی، او اضافت یې الله تعالی ته شوی دی صفت مضاف شوی موصوف ته، او کله رحمت په کتاب او سنت کې مضاف شوی وي الله ته او هغه اضافت د مخلوق وي خپل خالق ته، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء طَهُورًا} (او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي). [الفرقان سورت: 48 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: «الله - تعالی - چې کله رحمت پیدا کاوه نو سل رحمتونه یې پیدا کړل»، بخاري (۶۴۶۹)، مسلم (۲۷۵۲)، ترمذي (۳۵۴۱) ابن ماجه (۴۲۹۳) روایت کړی دی. نو د دې پیدا شوي رحمت نسبت الله - تعالی - ته شوی دی، چې دا د مخلوق نسبت خپل خالق ته دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو: علو القهر (هغه ذات چې په هر څه ځواکمن او برلاسی دی او هر څه یې خپل تابع ګرځولي دي)، علو القدر (د منزلت په لحاظ تر ټولو پورته) او علو الذات ( د ذات په لحاظ له هر څه پورته چې له هغه پورته بل څه نشته) دي، نو دا درې واړه یې صفتونه دي، او د هغه په کمال دلالت کوي. او قرآن عظیم او سپیڅلی نبوي سنت، عقل او فطرت د الله تعالی په علو باندې په بیلابیلو طریقو سره دلالت کوي، نو له هر څه څخه چې الله - تعالی - خبر ورکړی او یا یې پرې رسول - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی چې هغه علي او أعلی دی (پورته او له هر څه پورته)، او یا ورته اشاره کېږی چې هغه په علو (پورته مقام) کې دی، نو د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي، او په هر خبر کې چې د هغه تعالی د لورې د یو څه شي نازلیدل راغلي لکه د وحې نازلیدل، او یا د یو حکم نازلیدل او دا چې هغه به د قیامت په ورځ د پریکړې په موخه راځي، او یا دا چې هغه په هره شپه یا د عرفې په شپه کې راکوزیږي، او ملایکي راکوزیږي، نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي او همدا رنګه په هر خبر کې چې راغلي چې هغه په آسمان کې دی او یا هغه د آسمان له پاسه دی او یا دا چې هغه په عرش د پاسه برابر دی نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي او همدا رنګه هر هغه څه چې په هغه کې هغه پاک ذات ته پورته کېدل او داسې نور راغلي وي نو دا د هغه په علو (پورته والي) دلالت کوي.
لدې څخه: دا چې ملائکې له خپل رب څخه چې د دوی د پاسه دی ویره لري او دا چې دوی هغه ته پورته کیږي او دا چې هغه ته عملونه پورته کیږي او دا چې هغه ته پورته کیدل کیږي او دا چې الله - تعالی - عیسی -علیه السلام- ځان ته پورته کړی دی، او زمونږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- یې له بیت الله څخه د شپې لخوا بیت المقدس ته بیولی دی او بیا آسمان ته خیژول شوی دی. دا ټول د هغه په پورته والي دلالت کوي، بلکه هغه دلیلونه چې د هغه په پورته والي دلالت کوي ډیر ډولونه لري او د هر ډول لاندې نور بې شمېره ډولونه دي چې نه شمېرل کیږي مګر په سختۍ سره.
او له دې دلیلونو څخه د الله تعالی دا وینا ده: {لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيم} (خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په آسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دی). [الشورى سورت: 4 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: (ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت : 62 آیت]، او دا قول د الله تعالی: (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) (همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي). [فاطر سورت: 10 آیت]، او د الله - تعالی - دا سپیڅلې وینا: {وَهَـذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُون} (او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي). [الأنعام سورت: 155 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُون}. (بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ). [يوسف سورت: 2 آیت]، او د الله - پاک - دا وینا: {يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كولی شي). [النحل سورت: 50 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ} (بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى). [آل عمران سورت: 55 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {تَعْرُجُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَة} (چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى). [المعارج سورت: 4 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا} (الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: 12 آیت]، او د الله پاک دا وینا: {بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (بلكې الله هغه خپل طرف ته پورته كړى دى او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 158 آیت]. او زمونږ د پاک رب دا وینا: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير}. (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت: 1 آیت].
او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ»، «کله چې الله - تعالی - پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی. او له معاویة بن الحکم السلمي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: بَيْنَا أَنَا أُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم، إِذْ عَطَسَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ، فَقُلْتُ: يَرْحَمُكَ اللهُ، فَرَمَانِي الْقَوْمُ بِأَبْصَارِهِمْ، فَقُلْتُ: وَاثُكْلَ أُمِّيَاهْ، مَا شَأْنُكُمْ تَنْظُرُونَ إِلَيَّ؟! فَجَعَلُوا يَضْرِبُونَ بِأَيْدِيهِمْ عَلَى أَفْخَاذِهِمْ، فَلَمَّا رَأَيْتُهُمْ يُصَمِّتُونَنِي لَكِنِّي سَكَتُّ، فَلَمَّا صَلَّى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم، فَبِأَبِي هُوَ وَأُمِّي، مَا رَأَيْتُ مُعَلِّمًا قَبْلَهُ وَلَا بَعْدَهُ أَحْسَنَ تَعْلِيمًا مِنْهُ، فَوَاللهِ، مَا كَهَرَنِي، وَلَا ضَرَبَنِي، وَلَا شَتَمَنِي. قَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الصَّلَاةَ لَا يَصْلُحُ فِيهَا شَيْءٌ مِنْ كَلَامِ النَّاسِ، إِنَّمَا هُوَ التَّسْبِيحُ وَالتَّكْبِيرُ وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ»، أَوْ كَمَا قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم. قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنِّي حَدِيثُ عَهْدٍ بِجَاهِلِيَّةٍ، وَقَدْ جَاءَ اللهُ بِالْإِسْلَامِ، وَإِنَّ مِنَّا رِجَالًا يَأْتُونَ الْكُهَّانَ، قَالَ: «فَلَا تَأْتِهِمْ»، قَالَ: وَمِنَّا رِجَالٌ يَتَطَيَّرُونَ، قَالَ: «ذَاكَ شَيْءٌ يَجِدُونَهُ فِي صُدُورِهِمْ، فَلَا يَصُدَّنَّهُمْ»، -قَالَ ابْنُ الصَّبَّاحِ: فَلَا يَصُدَّنَّكُمْ- قَالَ: قُلْتُ: وَمِنَّا رِجَالٌ يَخُطُّونَ، قَالَ: «كَانَ نَبِيٌّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ يَخُطُّ، فَمَنْ وَافَقَ خَطَّهُ فَذَاكَ»، قَالَ: وَكَانَتْ لِي جَارِيَةٌ تَرْعَى غَنَمًا لِي قِبَلَ أُحُدٍ وَالْجَوَّانِيَّةِ، فَاطَّلَعْتُ ذَاتَ يَوْمٍ، فَإِذَا الذِّيبُ قَدْ ذَهَبَ بِشَاةٍ مِنْ غَنَمِهَا، وَأَنَا رَجُلٌ مِنْ بَنِي آدَمَ، آسَفُ كَمَا يَأْسَفُونَ، لَكِنِّي صَكَكْتُهَا صَكَّةً، فَأَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم، فَعَظَّمَ ذَلِكَ عَلَيَّ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَفَلَا أُعْتِقُهَا؟ قَالَ: «ائْتِنِي بِهَا»، فَأَتَيْتُهُ بِهَا، فَقَالَ لَهَا: «أَيْنَ اللهُ؟» قَالَتْ: فِي السَّمَاءِ، قَالَ: «مَنْ أَنَا؟» قَالَتْ: أَنْتَ رَسُولُ اللهِ، قَالَ: «أَعْتِقْهَا، فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ». په داسې حال کې چې ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره لمونځ کاوه، چې ناڅاپه په خلکو کې یو سړي پرنجی وکړ، نو ما وویل: یرحمک الله (یعنې الله دې پر تا رحم وکړي) نو خلکو سترګي ماته راواړولې، نو ما - له ځان سره - وویل: واه مور دې درباندې بوره شي، څه دې تاسو لره چې ماته راګورئ؟! نو هغوی پیل وکړ او په څپيړو یې خپل ورنونه وهل، کله چې ما دوی ولیدل چې دوی ما چپ کوي نو زه چپ شوم، کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لمونځ وکړ- زما مور او پلار دې له هغه نه قربان شي - هیڅکله مې له هغه وړاندې او نه وروسته داسې ښوونکی نه و لیدلی چې چې له ده څخه دې په ښوونه کې ښه وي، نو قسم په الله چې نه یې ورټلم، نه یې ووهلم، او نه یې راته سپکې سپورې وویلې، ویې فرماییل: « په دې لمانځه کې د خلکو له خبرو هیڅ شی مناسب نه دی - چې وشي - بلکې (دا) تسبیح، تکبیر او د قرآن تلاوت دی». او لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ما وویل: ای د الله رسوله! زه تازه له جاهلیت څخه راوتلی یم، او الله تعالی اسلام راولیږه، زمونږ څخه ځیني سړي دي چې هغوی کوډګرو ته ورځي ، ویې وییل: «ته هغوی ته مه ورځه»، وایې: او زمونږ څخه ځیني دي چې هغوی فال نیسي، ویې وییل: "دا هغه څه دي چې دوی یې په خپلو سینو کې مومي، نو دا دوی ته - د څه رسیدلو څخه - مخنیوی نه کوي". ابن الصباح وایي: نو تاسو لره دې - له سمې لارې وانه ړوي - وایې: ما وويل: ما يوه وينځه درلوده چې زما مېږې یې د احد او جوانیه سیمې ته څېرمه څرولې، نو یوه ورځ ورښکاره شوم، ګورم چې لیوه د هغې له میږو څخه یوه له ځان سره وړې وه، او زه یو انسان یم، غوصه کیږم لکه څرنګه چې - نور انسانان - غوصه کیږي، هغه مې په څپېړه ووهله، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته راغلم، نو هغه راته دا ډیره درنده کړه، ماوویل: ای د الله رسوله، آیا ازاده یې نه کړم؟ ویې وییل: "هغه ماته راوله" نو ورته مې راوستله، ورته یې وویل: "الله چیرته دی؟" هغې وویل: په آسمان کې، ویې وییل: «زه څوک یم؟» هغې وویل: ته د الله رسول یې، ویې فرمایل: "هغه آزاده کړه، یقینا چې هغه مؤمنه ده». (مسلم (۵۳۷)، ابو داود (۹۳۰) او نسائی (۱۲۱۸) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «يَتَعَاقَبُونَ فِيكُمْ مَلَائِكَةٌ بِاللَّيْلِ وَمَلَائِكَةٌ بِالنَّهَارِ، وَيَجْتَمِعُونَ فِي صَلَاةِ الفَجْرِ وَصَلَاةِ العَصْرِ، ثُمَّ يَعْرُجُ الَّذِينَ بَاتُوا فِيكُمْ، فَيَسْأَلُهُمْ، وَهُوَ أَعْلَمُ بِهِمْ: كَيْفَ تَرَكْتُمْ عِبَادِي؟ فَيَقُولُونَ: تَرَكْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ، وَأَتَيْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ»، «په تاسو کې د شپې او ورځې ملاېکې یو د بل پسې ځي راځي او د سهار او مازدیګر په لمونځونو کې سره یو ځای کیږي، بیا هغه ملاېکې خیژې چې په تاسو کې یې شپه تیره کړې ده نو - الله تعالی له دوی څخه پوښتنه کوي –پداسې حال کې چې هغه د دوی په حال ښه پوهیږي-: زما بندګان مو څنګه پرېښودل؟ هغوی به ووایي: په داسې حال کې مو پريښودل چې لمونځ یې کاوه، او په داسې حال کې ورته راغلو چې لمونځ یې کاوه»، بخاري (۵۵۵)، مسلم (۶۳۲) او نسائي (۴۸۵) روایت کړی دی. او د أبو رزین العقیلي - رضي الله عنه - په حدیث کې دي وایي چې: ما وویل: ای د الله رسوله، زمونږ رب چیرته و وړاندې له دې چې خپل مخلوقات پیدا کړي، ویې فرمایل: «كَانَ فِي عَمَاءٍ مَا تَحْتَهُ هَوَاءٌ وَمَا فَوْقَهُ هَوَاءٌ، وَخَلَقَ عَرْشَهُ عَلَى الماء»، "هغه په وریځو کې و چې لاندې ترې هوا او له پاسه ترې هوا وه او خپل عرش یې د اوبو له پاسه پیدا کړی دی". ترمذي (3109)، ابن ماجه (182)، طيالسي (1189)، احمد (16188) او ابن ابي عاصم په سنن (625) کې روايت کړی دی. دا او داسې نور ډېر آیتونه او احادیث شته چې د - الله تعالی - په پورته والي دلالت کوي.
او د الله - تعالی په علو (پورته والي) دلیلونه لدې زیات دي چې وشمېرل شي او مسلمانو عالمانو د دې پر ثبوت دلیلونه راټول کړي، همدا رنګه پرې عقل او سالم فطرت دلالت کوي، امام ابن بطة - رحمه الله - فرمایلي: «او له صحابه کرامو، تابعينو او د مؤمنانو ټولو علماوو پدې اجماع کړې ده چې الله - تبارک وتعالی - په عرش، د آسمانونو د پاسه، له مخلوق څخه جلا دی او د هغه علم په ټولو مخلوقاتو چاپیر دی». (الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/136).
الدارمي - رحمه الله - د ابن مبارک قول نقل کړی چې کله ترې پوښتنه وشوه: «په څه سره خپل رب وپيژنو؟ ویې وییل: پدې چې هغه د عرش له پاسه، د اووم آسمان د پاسه په عرش، د مخلوقاتو څخه جلا دی». (الرد على الجهمية، د الدارمي (: 98مخ).
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: په عرش استوا ده، او الله تعالی ورڅخه د خپل کتاب په اوو ځایونو کې یادونه کړې ده، له جملې څخه یې د الله تعالی دا وینا ده: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ». «کله چې الله - تعالی - د مخلوقاتو پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه چې: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی. او لالکائي له ابن عيینه څخه روايت كړى وايي: له ربيعه څخه د الله تعالی د دې قول په اړه پوښتنه وشوه {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى} [طه سورت:۵ آیت]: چې څنګه یې استوا کړې ده؟ هغه وویل: «استواء معلومه ده او د کیفیت په اړه یې پوښتنه کول معقول کار ندی او د الله لخوا پیغام دی او په رسول یې ښکاره رسوول او پر مونږ یې منل دي». (شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/442)، او: العرش، د الذهبي (2/213). او د دې وینا په څېر د دار الهجرت له امام؛ مالک رحمه الله څخه هم روایت دی. (ابو نعيم په الحلية کې (6/325، 326)، البيهقي په اسماء او صفاتو کې (304/2) او ابن عبد البر په التمهيد (7/138) کې روايت کړی دی. او ذهبي رحمه الله فرمایلي دي: علماوو د امام مالک له وینا څخه - چې فرمایلي یې «استواء معلومه ده، کیفیت نامعلوم دی، ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی» - قاعده جوړه کړې ده چې پدې باب کې یې تګلاره ګرځولې ده. وګورئ: العلو، د: الذهبی (۱/۱۱۷).
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه: محبت دی، الله تعالی فرمایلي دي: {فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ} (نو زر دی چې الله تعالی به داسي قوم راولي چې الله تعالی به هغوي سره محبت کوي او دوی به د الله تعالی سره محبت کوي). [المائدة سورت : 54 آیت]، امام دارمي - رحمه الله - فرمایلي دي: «نو هغه دوه محبتونه سره یوځای کړل: د خالق سره مینه او د مخلوق سره مینه یو له بل سره ګډ، بیا یې د دواړو تر منځه توپیر وکړ؛ هغه چې محبت ورسره کیږي او هغه چې محبت ورسره نه کیږي، تر څو یې مخلوق پر دې پوه شي چې دا دواړه سره په ټکر کې دي او یو له بل سره موافق ندي، نو ویې فرمایل: {لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ} [الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى)] [النساء سورت: 148 آیت] او {إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِين} (بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي) [الأنعام سورت: 141 آیت]». (نقض الدارمي (2/ 865).
او فرمایلي یې دي: {إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين} (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي). [البقرة سورت: 222 آیت]، او له سهل بن سعد - رضي الله عنه - څخه روایت وایې چې : نبي - صلی الله علیه وسلم - د خیبر په ورځ وفرمایل: «لَأُعْطِيَنَّ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يُفْتَحُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ». «سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې فتح وشي، هغه د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول له هغه سره مینه لري». بخاري (3009)، مسلم (2406) او ابوداود (3661) روایت کړی. او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "له تاسو څخه به هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه محبوب نه شم". بخاري (15)، مسلم (44)، نسائي (5013) او ابن ماجه (67) روایت کړی دی.
او د هغه پاک له صفتونو څخه یو : الرضی، دی حق ذات فرمایلي دي: {وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ} (او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي). [التوبة سورت: 100 آیت]، او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایې: یوه شپه مې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له خپل خوب ځای څخه نادرکه کړ، نو ومې لټاوه- تر دې - چې زما لاس د هغې د دواړو پښو په تلو ولږیده په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او دواړه پښې یې ودرولې وې او وییل یې: «اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ، أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». (یا الله زه پناه غواړم ستا په رضا سره ستا له غصې نه، او ستا په عفوې (بخښنې) سره، ستا له سزا څخه، او پناه غواړم په تاسره له تا څخه، زه ستا هغه ډول ستاینه نه شم کولی، لکه څرنګه چې تا د خپل ځان ستاینه کړې). (مسلم (486)، ابو داود (879)، ترمذي (3493)، نسائي (169) او ابن ماجه (3841) روایت کړی دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه د خپلو دښمنانو بد ګڼل دي؛ ځکه چې هغو د هغه خوښي بده وګڼله، او هغه څه یې بد وګڼل چې الله پر خپل رسول -صلی الله علیه وسلم- نازل کړې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم} (دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل). [محمد سورت: 28 آیت]، او دا قول د الله تعالی: {وَلَـكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُواْ مَعَ الْقَاعِدِين} (او لېكن الله (د جهاد لپاره) د دوى پورته كېدل نه و خوښ كړي، نو دوى يې په سست ساتلو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره). [التوبة سورت: 46 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «قَالَ اللَّهُ: إِذَا أَحَبَّ عَبْدِي لِقَائِي أَحْبَبْتُ لِقَاءَهُ، وَإِذَا كَرِهَ لِقَائِي كَرِهْتُ لِقَاءَهُ». «الله -تعالی- وفرمایل: که چېرته زما بنده زما سره ملاقات خوښوي، نو زه ورسره ملاقات خوښوم، او که هغه زما سره ملاقات نه خوښوي، نو زه ورسره ملاقات کول بد ګڼم». (بخاري (۷۵۰۴) او نسائي (۱۸۳۵) روایت کړی دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه : پر دښمنانو یې غضب دی، الله پاک فرمایلي دي: {وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ} (او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى). [الفتح سورت: 6 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: «اشْتَدَّ غَضَبُ اللَّهِ عَلَى مَنْ قَتَلَهُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي سَبِيلِ اللَّهِ، اشْتَدَّ غَضَبُ اللَّهِ عَلَى قَوْمٍ دَمَّوْا وَجْهَ نَبِيِّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم». «د الله -تعالی- غضب په هغه چا سخت شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د الله په لار کې ووژني، د الله - تعالی - غضب په هغه قوم سخت شو چې د هغه د نبي مخ یې په وینو کړ». بخاري (4074) روایت کړی دی.
او د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو: المقت (غصه کېدل) دي او هغه یې کافرانو ته غصه ده، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ} (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو څخه). [غافر سورت: 10 آیت].
او د هغه سپېڅلي تعالی ذات له صفتونو څخه: له دښمنانو سره د هغوی د مکر په مقابل کې مکر کول یعنې تدبیر نیول دي، هغوی چې د الله له ولیانو سره مکر کوي: الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُون* (او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم چل وكړ چل كول، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېدل. فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِين} نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل). [النمل سورت: 50، 51 آیتونه].
او د هغه سپیڅلې تعالی ذات له صفتوتو څخه : الأسف، یعنې سخته غصه ده، حق ذات - جل جلاله - فرمایلي: (فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ) (نو كله چې دوى مونږ غصه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل). [الزخرف سورت: 55 آیت]، قتادة او السدي ویلي: «{فَلَمَّا آسَفُونَا} یعنې: کله چې دوی مونږ غصه کړو». (تفسير الطبري (21/622).
د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت: د هغه چا د دوکې په مقابل کې دوکه دي چې هغه سره دوکه کوي، ځکه چې الله - تعالی - هغه منافقان غولوي چې هغوی الله تعالی سره د دوکې کولو هڅه کوي، لوى الله تعالی جل جلاله د عزت او واکمنۍ خاوند فرمايلي دي: {يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُون} (دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلکو سره چې ايمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې د خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري). [البقرة سورت: 9 آیت]، او فرمایلي یې دي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ} (بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى. [النساء سورت: 142 آیت].
او حق - ذات - دا څرګنده کړه چې هغه خپل دښمنان هیروي لکه څنګه چې دوی د هغه سره ملاقات هیر کړی دی، الله - تعالی - فرمایلي: {الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ نَنسَاهُمْ كَمَا نَسُواْ لِقَاء يَوْمِهِمْ هَـذَا} (هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ (دوی په سخت عذاب كې) پرېږدو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى (او عمل يې پرېښى) و). [الأعراف سورت: 51 آیت].
د هغه سپېڅلي ذات له صفتونو څخه دا دي چې: الله - جل جلاله - پر هغه چا استهزاء کوي څوک چې پر هغه پاک ذات ملنډې وهي، حق ذات فرمایلي دي: {اللّهُ يَسْتَهْزِىءُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُون} (الله په دوى پورې استهزا كوي او پریږدي دوی لره په سرکشۍ کې ، یعنې مهلت ورکوي، په داسې حال كې چې دوى حيران سرګردان ګرځي). [البقرة سورت: 15 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما فرمایلي: "پر دوی ملنډي وهي تر څو یې پَه غچ اخستلو سره مسخره کړي". (تفسير الطبري (1/304)، او ابن أبي حاتم په التفسير (143).) کې.
د هغه پاک ذات له صفتونو څخه خندا ده، له ابو هریره - رضي الله - عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يَضْحَكُ اللَّهُ إِلَى رَجُلَيْنِ يَقْتُلُ أَحَدُهُمَا الآخَرَ يَدْخُلَانِ الجَنَّةَ»، "الله -جل جلاله- هغه دوه کسانو ته خندا کوي چې یو یې بل ووژني، او دواړه جنت ته داخلیږي". بخاري (2826)، مسلم (1890)، نسائي (3166) او ابن ماجه (191) روایت کړی دی. او د ابوهريره - رضي الله عنه - په اوږد حديث کې راغلي چي د قيامت په ورځ د الله -جل جلاله- د ليدلو په اړه راغلی دی او په هغه کي جنت ته د وروستي انسان د ننوتلو کېسه بیان کړې ده: «....فَيَقُولُ اللَّهُ: وَيْحَكَ يَا ابْنَ آدَمَ، مَا أَغْدَرَكَ، أَلَيْسَ قَدْ أَعْطَيْتَ العُهُودَ وَالمِيثَاقَ، أَنْ لَا تَسْأَلَ غَيْرَ الَّذِي أُعْطِيتَ؟ فَيَقُولُ: يَا رَبِّ لَا تَجْعَلْنِي أَشْقَى خَلْقِكَ، فَيَضْحَكُ اللَّهُ عز وجل مِنْهُ، ثُمَّ يَأْذَنُ لَهُ فِي دُخُولِ الجَنَّةِ...». ".... نو الله - تعالی - به ووايي: هلاک شې ای د آدم زویه، څه شي دومره خائن ګرځولی یې، آیا تاسره ژمنې او تړونونه نه و شوي چې ته به څه نه غواړې پرته له هغه چې درکړل شوي دي؟ نو وبه وایې: ای رب ما دې په خپل مخلوق کې تر ټولو بدبخته مه کرځوه، نو الله تعالی به ورته وخاندي، بیا به جنت ته د ننوتلو اجازه ورکړي...». بخاري روایت کړی (806).
وکیع ویلي: «که له تاسو وپوښتل شو چې: آیا زموږ رب خندا کوي؟ نو ووایئ: همداسې مو اوریدلي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/477).
حافظ ابن بطة په کتاب «الإبانة» کې - د دې عنوان لاندې - باب ایښودلی دی «باب الإيمان بأن الله عز وجل يضحك» باب دی په باره د ایمان لرلو په دې خبره چې الله -جل جلاله- خندا کوي - او پدې کې یې فرمایلي دي: پوه شئ الله -تعالی- دې په تاسو رحم وکړي؛ چې د مؤمنانو له صفتونو څخه د صحیحه روایتونو باورول، د هغې منل دي، په قیاس سره پرې د اعتراض کولو پرېښودل او د هغې پر ځای رای او خواهشات نه ایښودل، ځکه یقینا ایمان باور دی، او باور کوونکی هم هغه مؤمن دی، الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا} (پس داسې نه ده، ستا په رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني). [النساء سورت: 65 آیت]. د مؤمنانو له نخښانو څخه دا دي: چې الله - تعالی - په هغه څه سره یاد کړي چې هغه پرې ځان یاد کړی او یا یې پرې رسول - صلی الله علیه وسلم - یاد کړی دی، هغه چې علماوو رانقل کړي او باوري راویانو روایت کړي دي؛ هغوی چې له حلالو او حرامو سنتو او آثارو څخه څه شی روایت کوي په هغې کې حجت وي، او هغه څه چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح ثابت وي -په اړه یې داسې- نه ویل کیږي چې: څنګه؟ او نه داسې چې: ولې؟ بلکه پیروي یې کوي او -په دین کې- نوښت نه راولي، غاړه ږدي او مخالفت نه کوي، یقین کوي او شک نه کوي، نو هغه څه چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح ثابت دي او د عدل خاوندانو روایت کړي دي او یا هغه مؤمنانو چې باید روایت یې ومنل شي او مخالفت یې ونه شي دا دي چې: الله -تعالی- خندا کوي. نو لدې څخه انکار نه کیږي او هغه څوک به یې نه مني چې مبتدع او د علماوو په اند د ناوړه حالت خاوند وي. الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/91).
او د هغه سپیڅلې ذات له صفتونو څخه : (المجیء او الاتیان) یعنې د قيامت په ورځ د خلکو تر منځه د قضاوت په موخه راتلل دي، الله - تعالی - فرمایلي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي). [الأنعام سورت: 158 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا} [او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)]. [الفجر سورت: 22 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ وَقُضِيَ الأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الامُور} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي). [البقرة سورت: 210 آیت]. او له ابوهریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يجمع الله الناس يوم القيامة، فيقول: من كان يعبد شيئًا فليتبعه...» «الله به د قيامت په ورځ خلک راغونډ کړي او وبه فرمایي: چا چې د څه شي عبادت کاوه، د هغه پسې دي شي». او همداسې یې حدیث تر دې قوله پورې بیان کړ: «وتبقى هذه الأمة، فيقولون: هذا مكاننا حتى يأتينا ربنا، فإذا جاء ربنا عرفناه، فيأتيهم الله عز وجل فيقول: أنا ربكم، فيقولون: أنت ربنا فيتبعونه». «او دا امت به پاتې شي، دوی به ووايي: دا زمونږ ځای دی تر هغه چې زمونږ رب مونږ ته راشي، نو کله چې زموږ رب راشي موږ به هغه وپیژنو، نو الله -تعالی- به دوی ته راشي او وبه وایي: زه ستاسو رب یم ، نو دوی به ووایي: ته زموږ رب یې، نو پیروي به یې وکړي». بخاري (806)، مسلم (182)، ابوداود (4730)، ترمذي (2554) او ابن ماجه (178) روایت کړی دی.
او د أبو العالیة څخه د الله - تعالی - د دې وینا په اړه روایت دی: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ} [دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم)]. [البقرة سورت: 210 آیت] فرمايي: "پرښتې د ورېځو په سیوري کې راځي، او الله - تعالی - په هغه څه کې راځي چې ویې غواړي". الأسماء والصفات، د البيهقي (2/370).
او د هغه سپیڅلي ذات له صفتونو څخه : د دنیا آسمان ته په حقیقي توګه راکوزیدل دي لکه څرنګه چې د هغه له عظمت سره ښایي او دا لکه د مخلوقاتو د راښکته کیدو په څېر ندي. بلکی دا یې لکه د نورو صفتونو په څېر دي چې مونږ پرې ایمان لرو او پرې پوهیږو، او د کیفیت په اړه یې ځان نه ستړی کوو، او نه یې په ردولو ځان تکلیفوو؛ بلکه په هغه توګه پرې ایمان راوړو لکه څرنګه چې ریښتیني او ريښتیا ګڼل شوي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې خبر راکړی دی، نو فرمایلي یې دي: «إِذَا مَضَى شَطْرُ اللَّيْلِ، أَوْ ثُلُثَاهُ، يَنْزِلُ اللهُ تبارك وتعالى إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَقُولُ: هَلْ مِنْ سَائِلٍ يُعْطَى؟ هَلْ مِنْ دَاعٍ يُسْتَجَابُ لَهُ؟ هَلْ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ يُغْفَرُ لَهُ؟ حَتَّى يَنْفَجِرَ الصُّبْحُ». «کله چې د شپې نیمایي یا دوه پر دریمه برخه تیره شي، نو زمونږ رب تبارک و تعالی د دنیا آسمان ته راښکته کیږي نو فرمایي: آیا کوم سوال کوونکی شته چې ورکړل شي؟ آیا کوم بلونکی شته چې بلنه یې ومنل شي؟ آیا کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وشي؟ تر هغه چې سهار وچوي (سهار راوخیژي)». ( مسلم (758) روایت کړی دی.
او د امامانو امام محمد بن خزیمة - رحمه الله - په خپل کتاب «التوحيد» کې پدې وینا سره باب ایښی دی: «باب دی د هغه اخبارو په اړه چې سند یې ثابت او د جوړښت له اړخه صحیح دي، د حجاز او عراق علماوو له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په هره شپه کې د دنیا اسمان ته د رب العالمین د نزول په اړه روایت کړي دي، مونږ ګواهي ورکوو د هغه چا د ګواهۍ په څېر چې په ژبه اقرار کوي او په زړه باور کوي او یقین کوي په هغه څه چې پدې اخبارو کې د متعال رب د نزول په اړه راغلي دي، پرته لدې چې د کیفیت څخه يې یادونه وکړو؛ ځکه چې زمونږ پیغمبر؛ مصطفی - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته دا ندي بیان کړي چې زموږ خالق څنګه د دنیا اسمان ته راښکته کیږي، بلکه مونږ ته یې دا راښودلي چې هغه راښکته کیږي، نو نه خو الله -تعالی- او نه یې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د هغه څه تشریح پریښې ده چې مسلمانان ورته د دین په برخه کې اړتیا لري، نو مونږ په هغه څه اقرار کوو چې د نزول په اړه پدې اخبارو کې راغلي دي او د صفت او یا کیفیت په اړه یې ځان نه تکلیفوو؛ ځکه چې نبي - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته د نزول ( راکوزیدو) د څرنګوالي په اړه څه ندي بیان کړي». التوحيد، د ابن خزيمة (1/289).
او حافظ ابن بطة -رحمه الله- په خپل کتاب «الإبانة» کې - پدې وینا سره باب ایښی «باب الإيمان والتصديق بأن الله تعالى ينزل في كل ليلة إلى سماء الدنيا من غير زوال ولا كيف». باب دی د ایمان او اقرار په اړه پر دې چې الله -تعالی- په هره شپه کې د دنیا آسمان ته راکوزیږي پرته له زوال او څرنګوالي بیانولو څخه: بیا هغه -رحمه الله- فرمایلي دي: "پوه شئ -الله دې پر تاسو رحم وکړي- چې الله -تعالی- په خپلو مؤمنو بندګانو باندې د خپل رسول اطاعت او د هغه څه منل چې هغه ویلي او راوړي دي فرض کړي دي همدا رنګه په هغه څه ایمان لرل چې له هغه څخه په صحیح روایت سره ثابت شوي؛ داسې چې نه پرې اعتراض وکړئ،نه ورته بیلګې بیان کړئ او نه یې په اړه داسې پوښتنې وکړئ چې: ولې او نه: څنګه؟ ... او یقینا له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه صحیح ثابت دي چې هغه فرمایلي: «يَنْزِلُ رَبُّنَا تبارك وتعالى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ، يَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ، مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ» «زمونږ متعال هره شپه د ځمکې آسمان ته را کوزېږي، هغه وخت چې د شپې درېیمه وروستنۍ برخه پاتې شي؛ فرمايي چې: څوک شته چې له ما څخه دعا وغواړي چې ورته یې قبوله کړم، څوک شته چې له ما څخه سوال وکړي، چې وريې کړم، څوک شته چې له ما څخه بخښنه وغواړي، چې بخښنه ورته وکړم؟». په هغه اوږد حدیث کې چې موږ به یې -ان شاء الله- په بشپړ ډول یادونه وکړو؛ هغه چې معتبرو، ثقه، په علم کې پخو امامانو، فقهاوو او پرهیزګارانو روایت کړي دي، هغوی چې مونږ ته یې شریعت او د دین بنسټونه رانقل کړي دي لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج، جهاد، او ورپسې نور حکمونه لکه: نکاح، طلاق، بیوع، حلال او حرام». الابانة الکبری، ابن بطة (7/201)) (دا حدیث بخاري (1145)، مسلم (758)، ابو داود (1315)، ترمذي (446) او ابن ماجه (۱۳۶۶) روایت کړی دی.
موږ د رب العالمین لپاره د معیت (ملتیا) په صفت ایمان لرو چې الله -تعالی- په خپل علم، احاطې او مشیئت سره د خپل مخلوق سره مل دی، او الله تعالی ته د دې صفت په ثبوت باندې قرآن او سنت دلالت کوي، الله تعالی فرمایلي: {أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَى ثَلاَثَةٍ إِلاَّ هُوَ رَابِعُهُمْ وَلاَ خَمْسَةٍ إِلاَّ هُوَ سَادِسُهُمْ وَلاَ أَدْنَى مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْثَرَ إِلاَّ هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم} (آیا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي، دوى چې هر چېرې وي، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [المجادلة سورت: 7 آیت].
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ارْبَعُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ، إِنَّكُمْ لَا تَدْعُونَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، إِنَّكُمْ تَدْعُونَ سَمِيعًا قَرِيبًا، وَهُوَ مَعَكُمْ». "اې خلکو! په خپلو ځانونو رحم وکړئ؛ تاسو کوڼ او غایب -ذات- نه رابلئ ، بلکه تاسو اوریدونکی، نږدې -ذات- رابلئ په داسې حال کې چې هغه تاسو سره مل دی". بخاري (4205)، مسلم (2704)، ابوداود (1526) او ترمذي (3461) روايت کړی دی.
او دا معیت (ملتیا) دوه ډوله دی:
ځانګړی معیت (ملتیا) چې دا د الله تعالی د ولیانو او پیغمبر علیهم السلام لپاره ثابته ده او معنا یې مرسته او تایید دی، الله - تعالی - فرمایلي: {قَالَ لاَ تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى} (ویې ویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو دواړو سره یم، زه اورم او زه وینم). [طه سورت: 46 آیت].
او عام معیت (ملتیا) یعنې دا چې الله - تعالی - د ټولو مخلوقاتو سره دی، مؤمن او کافر یې، الله تعالی فرمایلي: {وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ} (او دغه (الله ) له تاسو سره دى (په اعتبار د علم او د قدرت)، هر چېرې چې تاسو یئ). [الحديد سورت : 4 آیت]، او د دې معییت (ملتیا) معنی ده : یعنې- هغه ذات - په علم، احاطې، قدرت او واکمنۍ تاسو سره دی.
او دا معیت (ملتیا) د الله تعالی د علو (لوړوالي) سره په ټکر کې نده؛ ځکه د دې معنا -لکه وړاندې چې د علماوو په اجماع سره وویل شو چې په علم او احاطې سره: یعنې دا چې الله تعالی په علم او احاطې سره د خپلو مخلوقاتو سره دی.
او د هغه متعال ذات له صفتونو څخه : العجب دی، أبو هریرة -رضي الله عنه- له نبي- صلی الله علیه وسلم- څخه روایت کوي فرمایي: «عَجِبَ اللَّهُ مِنْ قَوْمٍ يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ فِي السَّلَاسِلِ». «الله - جل جلاله - هغه قوم ته تعجب وکړ چې جنت ته په ځنځیرونو تړلي ننوځي». بخاري (3010) او ابوداود (2677) روایت کړی. او له عقبة بن عامر - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «يَعْجَبُ رَبُّكُمْ مِنْ رَاعِي غَنَمٍ فِي رَأْسِ شَظِيَّةٍ بِجَبَلٍ، يُؤَذِّنُ بِالصَّلَاةِ، وَيُصَلِّي، فَيَقُولُ اللَّهُ عز وجل: انْظُرُوا إِلَى عَبْدِي هَذَا يُؤَذِّنُ، وَيُقِيمُ الصَّلَاةَ، يَخَافُ مِنِّي، قَدْ غَفَرْتُ لِعَبْدِي، وَأَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ». «ستا پروردګار د غره په څوکه کې هغه شپانه ته تعجب کوي چې د لمانځه لپاره اذان کوي او لمونځ کوي، نو الله تعالی فرمایي: زما دې بنده ته وګورئ چې اذان کوي او لمونځ کوي، له ما څخه ویریږي، ما خپل بنده ته بخښنه وکړه. او جنت ته مې داخل کړ». (ابوداود (1203)، نسائي (666)، احمد (17312) او ابن ابي عاصم په سنن (584) او روياني (232) روايت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د قیامت په ورځ به مؤمنان خپل رب ګوري، لکه څرنګه چې قرآن او متواترو اخبارو پرې زمونږ له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه خبر ورکړی دی په هغه څه کې چې هغه پرې مؤمنانو ته زیری ورکړی دی چې هغوی به خپل رب په ښکاره توګه د قیامت په ورځ ګوري. او دا -قسم په الله- د جنتیانو لپاره تر ټولو ستر نعمت دی، الله تعالی فرمایلي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * (څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي) [القيامة سورت: 22، 23 آیتونه]. او الله تعالی فرماېلي دي: {لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ} (د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده(جنت) او زیادت (د الله لیدل). [يونس سورت: 26 آیت]. او د الله - تعالی - دا وینا: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). [المطففين سورت: 15 آیت]. او یقینا چې د امام مالک څخه پوښتنه وشوه نو ورته وویل شو: ای أبو عبد الله: آیا منافقان به د قیامت په ورځ خپل رب ګوري؟ نو هغه وویل: که چېرته مؤمنانو د قیامت په ورځ خپل رب نه لیده نو الله تعالی به کافران په حجاب سره نه رټلي چې فرمایلي یې دي: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). (شرح أصول اعتقاد أهل السنة (2/468).)
وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قَالَ: قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَلْ نَرَى رَبَّنَا يَوْمَ القِيَامَةِ؟ قَالَ: «هَلْ تُضَارُونَ فِي رُؤْيَةِ الشَّمْسِ وَالقَمَرِ إِذَا كَانَتْ صَحْوًا؟»، قُلْنَا: لَا، قَالَ: «فَإِنَّكُمْ لَا تُضَارُونَ فِي رُؤْيَةِ رَبِّكُمْ يَوْمَئِذٍ، إِلَّا كَمَا تُضَارُونَ فِي رُؤْيَتِهِمَا»، ثُمَّ قَالَ: «يُنَادِي مُنَادٍ: لِيَذْهَبْ كُلُّ قَوْمٍ إِلَى مَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، فَيَذْهَبُ أَصْحَابُ الصَّلِيبِ مَعَ صَلِيبِهِمْ، وَأَصْحَابُ الأَوْثَانِ مَعَ أَوْثَانِهِمْ، وَأَصْحَابُ كُلِّ آلِهَةٍ مَعَ آلِهَتِهِم، حَتَّى يَبْقَى مَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ، مِنْ بَرٍّ أَوْ فَاجِرٍ، وَغُبَّرَاتٌ مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، ثُمَّ يُؤْتَى بِجَهَنَّمَ تُعْرَضُ كَأَنَّهَا سَرَابٌ، فَيُقَالُ لِلْيَهُودِ: مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ؟ قَالُوا: كُنَّا نَعْبُدُ عُزَيْرَ ابْنَ اللَّهِ، فَيُقَالُ: كَذَبْتُمْ، لَمْ يَكُنْ لِلَّهِ صَاحِبَةٌ وَلَا وَلَدٌ، فَمَا تُرِيدُونَ؟ قَالُوا: نُرِيدُ أَنْ تَسْقِيَنَا، فَيُقَالُ: اشْرَبُوا، فَيَتَسَاقَطُونَ فِي جَهَنَّمَ، ثُمَّ يُقَالُ لِلنَّصَارَى: مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُونَ؟ فَيَقُولُونَ: كُنَّا نَعْبُدُ المسِيحَ ابْنَ اللَّهِ، فَيُقَالُ: كَذَبْتُمْ، لَمْ يَكُنْ لِلَّهِ صَاحِبَةٌ، وَلَا وَلَدٌ، فَمَا تُرِيدُونَ؟ فَيَقُولُونَ: نُرِيدُ أَنْ تَسْقِيَنَا، فَيُقَالُ: اشْرَبُوا، فَيَتَسَاقَطُونَ فِي جَهَنَّمَ، حَتَّى يَبْقَى مَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ مِنْ بَرٍّ أَوْ فَاجِرٍ، فَيُقَالُ لَهُمْ: مَا يَحْبِسُكُمْ، وَقَدْ ذَهَبَ النَّاسُ؟ فَيَقُولُونَ: فَارَقْنَاهُمْ، وَنَحْنُ أَحْوَجُ مِنَّا إِلَيْهِ اليَوْمَ، وَإِنَّا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي: لِيَلْحَقْ كُلُّ قَوْمٍ بِمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ، وَإِنَّمَا نَنْتَظِرُ رَبَّنَا، قَالَ: فَيَأْتِيهِمُ الجَبَّارُ فِي صُورَةٍ غَيْرِ صُورَتِهِ الَّتِي رَأَوْهُ فِيهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ رَبُّنَا، فَلَا يُكَلِّمُهُ إِلَّا الأَنْبِيَاءُ، فَيَقُولُ: هَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ آيَةٌ تَعْرِفُونَهُ؟ فَيَقُولُونَ: السَّاقُ، فَيَكْشِفُ عَنْ سَاقِهِ، فَيَسْجُدُ لَهُ كُلُّ مُؤْمِن». او له أبو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې: مونږ وویل: ای د الله رسوله ! آیا مونږ به د قیامت په ورځ خپل رب ګورو؟ ویې فرمایل: «آیا تاسو ته د لمر او سپوږمۍ په لیدلو کې کوم تکلیف رسیږي کله چې اسمان صاف وي؟»، مونږ وویل: نه، ویې فرمایل: «نو تاسو به هم په دغه ورځ د خپل رب په لیدلو کې نه تکلیف کیږئ، مګر دومره؛ لکه څومره چې تاسو د دې دواړو په لیدلو کې تکلیف کیږئ»، بیا یې وویل: یو آواز کوونکی به آواز وکړي: هر أمت دې هغه څه ته ورشي چې د هغه عبادت یې کاوه، نو صلیبیان به خپل صلیب سره لاړ شي، او د بوتانو خاوندان د خپلو بوتانو سره، او د هر معبود خاوندان د خپلو باطلو معبودانو سره، تر دې چې هغه څوک پاتې شي چې د یو الله عبادت کوي له فاجر او فاسق څخه، او پاتې شوني له اهل کتابو څخه، بیا به جهنم راوړل شي، خلکو ته به داسې ښکاري لکه په صحرا کې چې شګې ځلیږي، نو یهودو ته به وویل شي: تاسو د څه شي عبادت کاوه؟ هغوی به ووایي: مونږ د عزیر؛ د الله د زوی عبادت کاوه، نو ورته به وویل شي: دروغ مو وویل: الله تعالی نه مېرمن او نه زوی درلوده، نو څه غواړئ؟ وبه وایي: مونږ غواړو چې اوبه راکړې، ورته به وویل شي: وڅښئ، نو په جهنم کې به ورلویږي، بیا به نصاراو ته وویل شي: تاسو د څه شي عبادت کاوه؟ هغوی به ووایي: مونږ د الله د زوی؛ مسیح عبادت کاوه، نو ورته به وویل شي: دروغ مو وویل: الله کومه مېرمن او یا زوی نه درلوده، نو څه غواړئ؟ نو وبه وایي: مونږ غواړو چې اوبه راکړې، ورته به وویل شي: وڅښئ، نو په جهنم کې به ورلویږي، تر دې چې هغه څوک پاتې شي چې د الله عبادت یې کاوه، له نیکانو او فاجرانو څخه، نو ورته به وویل شي: څه شي ایسار کړي یاست حال دا چې ټول خلک لاړل؟ نو هغوی به ووایي: مونږ ترې جلا شو، حال دا چې مونږ ورته نن ورځ ډیر محتاج یو له هغوي څخه مونږ ته. مونږ یو آواز کوونکی واوریده چې آواز یې کاوه: هر امت دی هغه څه ته ځان ورسوي چې د هغه عبادت یې کاوه، او یقینا مونږ خپل رب ته انتظار یو، وایې: نو جبار ذات به ورته په داسې یو شکل کې راشي چې لومړی ځل یې پرې نه و لیدلی، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، نو دوی به ووایي: ته زمونږ رب یې، نو خبرې به ورسره نه کوي مګر پیغمبران، فرمایي: آیا ستاسو او د هغه تر منځ کومه نخښه شته؟ نو وایي: ساق (پنډۍ) نو خپله پنډۍ به ورته لوڅه کړي، نو هر مؤمن به ورته سجده وکړي». (بخاري (۷۴۳۹) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی دی.
او هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ، كَمَا تَرَوْنَ هَذَا القَمَرَ، لَا تُضَامُّونَ فِي رُؤْيَتِهِ». «یقینا ژر دی چې تاسو به خپل رب داسې ووینئ لکه څرنګه چې دا سپوږمۍ وینئ، او په لیدلو کې یې تاسو ته کومه سختي نه وي (یعنې ټیل ماټیل پکې نه کوئ)». بخاري (۵۵۴)، مسلم (۶۳۳)، ابوداود (۴۷۲۹)، ترمذي (۲۵۵۱) او ابن ماجه (۱۷۷) روایت کړی.
وعن أبي هريرة رضي الله عنه: أَنَّ النَّاسَ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَلْ نَرَى رَبَّنَا يَوْمَ القِيَامَةِ؟ قَالَ: «هَلْ تُمَارُونَ فِي القَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ لَيْسَ دُونَهُ سَحَابٌ؟» قَالُوا: لَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَهَلْ تُمَارُونَ فِي الشَّمْسِ لَيْسَ دُونَهَا سَحَابٌ» قَالُوا: لَا، قَالَ: «فَإِنَّكُمْ تَرَوْنَهُ كَذَلِكَ، يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيَقُولُ: مَنْ كَانَ يَعْبُدُ شَيْئًا فَلْيَتَّبِعْ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الشَّمْسَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ القَمَرَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الطَّوَاغِيتَ، وَتَبْقَى هَذِهِ الأُمَّةُ فِيهَا مُنَافِقُوهَا، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: هَذَا مَكَانُنَا حَتَّى يَأْتِيَنَا رَبُّنَا، فَإِذَا جَاءَ رَبُّنَا عَرَفْنَاهُ، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ رَبُّنَا، فَيَدْعُوهُمْ، فَيُضْرَبُ الصِّرَاطُ بَيْنَ ظَهْرَانَيْ جَهَنَّمَ، فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يَجُوزُ مِنَ الرُّسُلِ بِأُمَّتِهِ، وَلَا يَتَكَلَّمُ يَوْمَئِذٍ أَحَدٌ إِلَّا الرُّسُلُ، وَكَلَامُ الرُّسُلِ يَوْمَئِذٍ: اللَّهُمَّ سَلِّمْ سَلِّمْ». او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې خلکو وویل: ای د الله رسوله! آیا مونږ به د قیامت په ورځ خپل رب ګورو؟ هغه وویل: آیا تاسو د څوارلسمۍ شپې د سپوږمۍ لیدلو کې کوم شک کوئ کله چې پرده پرې نه وي؟ هغوی وویل: نه، ای د الله رسوله! هغه وفرمایل: آیا تاسو په لمر لیدلو کې شک کوئ کله چې یې مخته پرده نه وي، هغوی ویل: نه! ویې فرمایل: نو تاسو به یې هم همداسې ګورئ، خلک به د قیامت په ورځ راپاڅیږي، نو وبه وایي: چا چې د هر شي عبادت کاوه د هغه پيروي دې وکړي، نو لدوی څخه به ځینې د لمر پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د سپوږمۍ پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د شیطانانو پيروي وکړي او دا امت به پاتې شي چې پدې ګې به یې منافقان هم وي، نو الله تعالی به ورته راشي ورته به ووایي: زه ستاسو رب یم، نو هغوی به ووایي: دا زمونږ ځای دی تر څو مونږ ته زمونږ رب راشي، نو کله چې زمونږ رب راشي مونږ یې پیژنو، نو الله تعالی به ورته راشي، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، هغوی به ورته ووايي: ته زمونږ رب یې، نو هغوی به یې راوبلي، نو د جهنم پر ملا به پل ووهل شي، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له پيغمبرانو څخه خپل امت له صراط څخه تیروي، او په دغه ورځ به له پیغمبرانو پرته نور هیڅوک خبرې نه کوي، او د پیغمبرانو وینا به په دغه ورځ دا وي: اللهم سلم سلم. ای الله ومو ساتې ومو ساتې». بخاري (806)، مسلم (182)، ابوداود (4730)، ترمذي (2554) او ابن ماجه (178) روایت کړی دی.
د متعال رب د لیدلو حدیثونه -الحمد لله- د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په متواتر ډول راغلي دي، او د الله -تعالی- پدې وینا کې لیدل ندي نفي شوي. ځکه چې دا په دنیا کې دي الله تعالی فرمایلي: {قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَـكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي} [الأعراف سورت: ١٤٣ آیت]، (ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، رب وویل: ته به ما (په دنیا كې) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه پر خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو بيا به ته ما خامخا ووینې). دا هغه څه ته ورته دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوذر رضي الله عنه ته په ځواب کې وویل، کله چې هغه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه وپوښتل: آیا تا خپل رب لیدلی دی؟ هغه وفرمایل: : «رڼا وه نو کله ما هغه لیدلی شو»، مسلم (178) او ترمذي (3282) روایت کړی. نو زمونږ پېغمبر محمد - صلى الله عليه وسلم - د اسراء (اسمان ته ختلو) په شپه خپل رب ندی لیدلی؛ الله جل جلاله موږ ته د هغه نښانو په اړه خبر راکړی دی چې الله تعالی پرې د اسراء په شپه د هغه عزت او اکرام کړی دی، نو الله تعالی فرمایلي: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير} . (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت : 1 آیت]. او الله -تعالی- دا نه دي ذکر کړي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپل رب لیدلی دی او که هغه خپل رب لیدلی وای نو الله -تعالی- به پر هغه -صلی الله علیه وسلم- د نعمت په توګه ذکر کړی و.
او همدا رنګه د الله تعالی دا وینا: {لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِير} (نشي را لاندې کولی الله -تعالی- لره نظرونه (سترګي) او هغه الله -تعالی- خو را لاندې کوي ټول نظرونه (د مخلوق) او الله تعالی ډیر باریک بین خبردار ذات دی). [الأنعام سورت: 103 آیت]، د الله - تعالی - لیدل نه نفي کوي؛ ځکه چې ادراک په لید اضافه معنی ده. او همدا رنګه: لدې آيت څخه مخكې آيتونه پر توحيد د ټینګار په موخه او له الله -تعالی- څخه د اولاد د نفي کولو په سیاق کې راغلي دي، نه دا چې د بیا ژوندي کیدو په اړه د خبر ورکولو په موخه راغلي چې د الله تعالی د لیدو سره تړاو ولري.
دارمي - رحمه الله - فرمایلي دي: «دا ټول حدیثونه او يا -ډیری یې- په قیامت کې د الله تعالی -د لیدلو په اړه روایت شوي دي، د دې -حدیثونو- په منلو او باور کولو مو له خپلو شیخانو څخه د فقهې او بصیرت خاوندان لاندې کړي دي، او له پخوا نه یې مسلمانان تر دې دمه روایتوي او ایمان پرې لري، نه یې ردوي او نه ترې انکار کوي، او چا چې له بې لارې خلکو څخه ترې انکار کړی دی د هغوی نسبت یې لارورکو ته کړی دی، بلکه د هغوی (مؤمنانو) تر ټولو لویه هیله او په زړونو کې یې د الله د لوی ثواب هیله د خپل خالق مخ ته کتل دي، تر دې چې د جنت له نعمتونو څخه هیڅ شی ورسره نه برابروي». الرد على الجهمية، د الدارمي (ص: 122).
د مفسرینو امام ابن جریر الطبري رحمه الله فرمایلي: «او د الله - تعالی - د لیدلو په اړه سمه خبره دا ده چې مؤمنان به د قيامت په ورځ خپل رب ويني دا زموږ هغه دين دی چې مونږ پرې الله تعالی ته غاړه ایښودلې ده او په همدې عقیده مو اهل سنت والجماعت لاندې کړي دي. هغه -خبره- دا ده چې: جنتیان به یې ګوري؛ د هغه کره أخبارو په روایت چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه راغلي دي». صريح السنة، د الطبري (20 مخ).
ابن بطة رحمه الله فرمایلي: «او یقینا دوی له رؤیت څخه په انکار کولو د هغه د ربوبیت د بطلان اراده کړې ده؛ ځکه کله چې دوی په رؤیت اقرار وکړ، نو په ربوبیت یې اقرار کړی دی؛ ځکه چې الله تعالی د هغه چا ثواب چې په غیبو کې په هغه ایمان ولري نیغ په نیغه لیدل ګرځولی دی (یعنې چې ګوري به یې)». الإبانة الكبرى،د ابن بطة (2/ 7).
او ولید بن مسلم رحمه الله وایي: له اوزاعي، مالک ابن أنس، سفیان الثوري او لیث بن سعد څخه مې د دې حدیثونو او داسې نورو په اړه پوښتنه وکړه چې د -الله تعالی- د لیدلو یادونه پکې شوې ده، نو هغوی وویل: «څرنګه چې راغلي همغسې یې تېر کړه». الصفات، د الدارقطني ( 75: مخ).
او مونږ الله - تعالی - ته وجه (مخ) ثابتوو څرنګه چې د هغه د جلال او عظمت سره ښایې، لکه څرنګه چې الله - تعالی - فرمایلي: { كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُون} (د هغه له مخ نه غیر هر څیز فنا كېدونكى دى حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته ورګرځولی شئ). [القصص سورت: 88 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} (او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 27 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ} (او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى). [الرعد سورت: 22 آیت]، او فرمایلي یې دي: {إِلاَّ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِ الأَعْلَى} (مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى). [الليل سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {يُرِيدُونَ وَجْهَهُ} (د الله مخ غواړي). [الأنعام سورت: 52 آیت]. او له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی چې هغه فرمایلي دي: «جَنَّتَانِ مِنْ فِضَّةٍ، آنِيَتُهُمَا وَمَا فِيهِمَا، وَجَنَّتَانِ مِنْ ذَهَبٍ، آنِيَتُهُمَا وَمَا فِيهِمَا، وَمَا بَيْنَ القَوْمِ وَبَيْنَ أَنْ يَنْظُرُوا إِلَى رَبِّهِمْ إِلَّا رِدَاءُ الكِبْرِ عَلَى وَجْهِهِ فِي جَنَّةِ عَدْنٍ». «دوه جنتونه دي د سپینو زرو، لوښې یې او څه چې پکې دي او دوه جنتونه دي د سرو زرو؛ لوښې یې او څه چې پکې دي، او د خلکو او رب د لیدلو تر منځه یې هیڅ نشته پرته د لویۍ (کبر) له یوې پردې څخه چې په تلپاتې جنت کې یې پر مخ ده». بخاري (۴۸۷۸)، مسلم (۱۸۰)، ترمذي (۲۵۲۸) او ابن ماجه (۱۸۶) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللهَ عز وجل لَا يَنَامُ، وَلَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَنَامَ، يَخْفِضُ الْقِسْطَ وَيَرْفَعُهُ، يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ، وعمل النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْلِ، حِجَابُهُ النُّورُ لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ». «یقینا الله –تعالی- نه ویده کيږي، او هغه لره نه ښایي چې ويده شي، د بندګانو رزق ښکته او پورته کوي، د ورځې له عمل څخه مخکې د شپې عمل ورته پورته کیږي، او د شپې له عمل څخه مخکې د ورځې عمل ورته پورته کیږي، د هغه پرده رڼا -نور– ده، که هغه لرې کړي، نو د هغه د مخ وړانګې به ټول هغه څه وسوځوي تر کوم ځایه یې چې له مخلوقاتو څخه لید رسیږي». (مسلم (179) او ابن ماجه (195، 196) روایت کړی دی.
او أبو عثمان الصابوني رحمه الله فرمایلي دي: «او همداسې په ټولو صفتونو کې وایې چې قرآن پرې نازل شوی او په صحیحه أخبارو سره راغلي دي لکه السمع (اوریدل)، البصر(لیدل)، العين (سترګه)، الوجه (مخ)، العلم (پوهه)،القوة (ځواک) القدرة (قدرت)، العزة(عزت)، العظمة (لویي)، الإرادة (اراده)، المشيئة (مشیئت / خوښه)، القول (وینا)، الكلام (خبرې)، الرضى،(خوښي) والسخط (غصه) والحياة (ژوند) واليقظة (ویښ والی) والفرح( خوشحالي) والضحك (خندا) او داسې نور پرته لدې چې د مخلوقاتو او مملوکانو له صفتونو سره تشبیه ورکړل شي، بلکې په اړه یې په هغه څه بسنه کوي چې الله او رسول یې -صلی الله علیه وسلم- یې په اړه وینا کړې وي، پرته له دې چې څه پرې ورزیات کړي یا یو څه ورسره ورزیات کړي؛ نو نه د کیفیت، نه د څه شي سره تشبیه، نه تحریف، نه تبدیل، نه تغییر، نه د خبر د لفظ له منځه وړل تر څو له هغه معنا څخه بدلون ومومي چې عرب یې پرې پیژني او یا ورته ناوړه تاویل پیدا کړي، او یا یې په ظاهر حمل کړي، او په اړه یې پوهه الله تعالی ته منسوبه کړي، او پدې اقرار وکړي چې په تاویل یې له الله پرته بل څوک نه پوهیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په علم کې د بارسوخه خلکو څخه خبر ورکړی دی چې هغوی د الله تعالی په دې وینا کې وایي: {وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَاب} (او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه) زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). [آل عمران سورت: 7 آیت]». عقيدة السلف أصحاب الحديث، د أبو عثمان الصابوني (16، 17 مخ).
او د هغه سپیڅلي او متعال ذات له صفتونو څخه: د ید (لاس) صفت دی چې په بېلابیلو طریقو یې په اړه په قرآن او سنت کې یادونه شوې ده، کله د تثنیې په ډول او کله الله تعالی خبر ورکوي چې هغه یې راټولوي او غوړوي، او دا چې هغه متعال ذات ځمکه په قبضه کې نیسي او آسمانونه په ښي لاس کې نچه کوي، او کله یې داسې یادونه شوې چې هغه (لاس) د ګوتو درلودونکی دی، او دا ټول ثابتوي چې هغه لاس چې په قرآن او سنت کې یې یادونه شوې ده؛ حقیقي لاس دی چې د الله د شان سره ښایې، مونږ یې په تأویلولو، تشبیه کولو او د هغو آیتونو او حدیثونو په تحریف کولو ځان نه تکلیفوو، چې دلالت پرې کوي، حق ذات فرمایلي: {قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين} [(الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟]. [ص سورت: 75 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ} (بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى). [الفتح سورت: 10 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي). [الزمر سورت: 67 آیت].
او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى عليهما السلام عِنْدَ رَبِّهِمَا، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، قَالَ مُوسَى: أَنْتَ آدَمُ الَّذِي خَلَقَكَ اللهُ بِيَدِهِ، وَنَفَخَ فِيكَ مِنْ رُوحِهِ»، «موسی او آدم د خپل رب په وړاندې سره بحث وکړ، نو آدم پرې په دلیل کې برلاسی شو، موسی وویل: ته هغه آدم یې چې الله په خپل لاس پیدا کړې او په تا کې یې له خپل طرفه روح پو کړ»، (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) روایت کړی. او په بل روایت کې راغلی چې: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ، أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ». «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی». (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
«په صحیح حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللهِ عَلَى مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَنِ عز وجل، وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ، الَّذِينَ يَعْدِلُونَ فِي حُكْمِهِمْ وَأَهْلِيهِمْ وَمَا وَلُوا». «بیشکه عدل او انصاف کوونکي به د الله -تعالی- په وړاندې د رحمان ذات ښي اړخ ته وي، او دواړه لاسونه یې ښي دي (یعنې د کمال په لوړه مرتبه کې دي چې هیڅ نقصان په کې نشته) هغوی چې په خپلو پریکړو، کورنیو او د هغه چا سرپرستي چې ور په غاړه وي عدل او انصاف کوي». (مسلم (1827) او نسائی (5379) روایت کړی دی.
او أبو موسی - رضي الله عنه - له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «إِنَّ اللهَ عز وجل يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي». مسلم (2759). روایت کړی دی.
او په صحیح کې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی فرمایي: «أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْفَقَ مُنْذُ خَلَقَ السَّمَاءَ وَالأَرْضَ؟ فَإِنَّهُ لَمْ يَغِضْ مَا فِي يَدِهِ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الماء، وَبِيَدِهِ المِيزَانُ يَخْفِضُ وَيَرْفَعُ». «آیا خبر یاست چې د آسمانونو او ځمکې له پیدا کیدو راهیسې به یې څومره لګښت کړی وي؟ څه چې د هغه په لاس کې دي دغو لګښتونو ندي کم کړي، او د هغه عرش په اوبو باندې و، په لاس کې یې تله ده ښکته کول او پورته کول کوي (یعنې چاته عزت ورکوي او څوک ذلیل کوي، خو دا هر څه په عدل او انصاف سره کیږي)». (بخاري (4684)، مسلم (993)، ترمذي (3045)، او ابن ماجه (197) روایت کړی دی.
او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ، وَنَفَخَ فِيهِ الرُّوحَ، عَطَسَ، فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ، فَحَمِدَ اللَّهَ بِإِذْنِهِ...» إلى أن قال: «فَقَالَ اللَّهُ لَهُ وَيَدَاهُ مَقْبُوضَتَانِ: اخْتَرْ أَيَّهُمَا شِئْتَ، قَالَ: اخْتَرْتُ يَمِينَ رَبِّي، وَكِلْتَا يَدَيْ رَبِّي يَمِينٌ مُبَارَكَةٌ، ثُمَّ بَسَطَهَا، فَإِذَا فِيهَا آدَمُ وَذُرِّيَّتُهُ». «کله چې الله -تعالی- آدم پیدا کړ، او روح یې پکې پو کړ، پرنجی یې وکړ، نو ویې وییل: الحمد لله، نو د الله په اجازه یې د هغه ستاینه وکړه...» تر دې چې وایي: « نو الله تعالی ورته وویل پداسې حال کې چې دواړه لاسونه یې قبضه کړي وو: یو له دې دواړو څخه وټاکه، ویې وییل: د رب ښی لاس مې ټاکلی دی او زما د رب دواړه لاسونه ښي او برکت والا دي، بیا یې پرانیستل، ګوري چې آدم او اولاده یې پکې ده». ترمذي (3368)، ابن ابي عاصم په سنن (596)، البزار (8194) او النسائي په الکبری (9977) کې روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ». «په حقیقت کې د بني ادم زړونه د رحمن -ذات- د دواړو ګوتو تر منځ داسې دي لکه یو زړه کوم طرف ته چې وغواړي همغه طرف ته یې اړوي». مسلم (2654). روایت کړی دی.
او عبدالله ابن امام احمد په خپل کتاب "السنة" کې په خپل سند سره له وکیع څخه روایت کړی ویلي یې دي: «موږ دا حدیثونه په هغه ډول منلي لکه څرنګه چې راغلي دي او نه وایو چې: دا څنګه؟ او نه دا چې دا ولي؟ یعنې لکه دابن مسعود - رضي الله عنه- د خبرې په څېر: «إن الله عز وجل يحمل السموات على أصبع، والجبال على إصبع»، «الله - تعالی - آسمانونه په یوه ګوته بار کړي، او غرونه په بله»، او دا حدیث چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ». "یقینا د بني ادمو زړونه د رحمن - ذات - له ګوتو څخه د دوو ګوتو تر منځه دي". مسلم (2654) روایت کړی دی. او دې ته ورته نور حدیثونه. السنة، د عبدالله بن أحمد (1/267).
شریک -رحمه الله- د هغه چا په ځواب کې ویلي چې له هغه څخه یې د هغه چا په اړه پوښتنه وکړه چې د صفاتو په اړه د ځینو حدیثونو څخه انکار کوي: "هغه کسان چې دا حدیثونه یې راوړي هم هغه کسان دي چې قرآن یې راوړی او دا چې لمونځونه پنځه دي، د بیت الله حج او د رمضان روژه -دا ټول یې مونږ ته رانقل کړي- نو موږ الله تعالی نه پیژنو مګر پدې حدیثونو سره". السنة، د عبدالله بن أحمد (1/273).
حافظ ابن بطة رحمه الله - د دې حدیثونو له راوړلو وروسته چې الله رب العالمین ته د ید (لاس) صفت ثابتوي فرمایلي: «نو دا حدیثونه او هغه چې دې ته ورته دي او هغه چې د دې په معنا په بشپړ دین او پوره سنت کې راغلي دي: ایمان پرې لرل، منل یې، او له اعتراض پرته یې قبلول، او په روایت کې یې له (کیف) پرته د سلفو د آثارو پیروي کول، او پرته له (ولې) څخه یې منل -واجب دي-». الإبانة، د ابن بطة (3/313).
او لکه څرنګه یې چې ځان د کمال، جمال، جلال، عزت او لویۍ په صفتونو سره یاد کړی، همدارنګه یې له خپل ځان څخه د نقصان صفتونه نفي کړي دي، او د صفاتو نفي په قرآن کې اصل ندی؛ ځکه اصل د صفتونو ثبوت دی او قرآن او سنت د الله تعالی د صفتونو له یادولو څخه ډک دي لکه څرنګه چې د الله -تعالی- د جلال، لویۍ او کمال سره ښایي او متعال رب چې کله له خپل ځان څخه کوم صفت نفي کوي نو د دې لپاره یې نفي کوي تر څو یې د ضد په بیانولو سره ځانته کمال ثابت کړي، او یا ځکه کله چې انسانانو د نقصان نسبت هغه ذات ته وکړ چې هغه د عزت او کمال خاوند دی، نو متعال رب هغه نقص نفي کوي چې نسبت یې هغه ته شوی دی.
او له هغه څه څخه چې رب له ځان څخه نفي کړي دي: پرکالي او خوب دي، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې راغلي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب). [البقرة سورت: 255 آیت]، او نسیان (هیرول) یې نفي کړي دي، حق ذات فرمایلي: {وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا} [مريم سورت: 64 آیت]،او ستا رب هیڅكله هېروونكى ندى. حق او سپیڅلي ذات له ځان څخه ستړیا هم نفې کړه؛ ځکه یهودو -د الله لعنت دي وي پرې- الله -تعالی- ته د ستړیا نسبت وکړ کله یې چې مخلوقات پیدا کړل، او سپيڅلي ذات دا هم لرې وګڼله چې ګویا هغه دې د مخلوقاتو د پيدا کولو له بشپړیدو وروسته دمه کړې وي، متعال ذات فرمایلي: {وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوب}. (او یقینًا یقینًا مونږ آسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې). [ق سورت: 38 آیت].
او زمونږ پاک رب دا ثابته کړه چې هغه مخلوقات د یو لوی حکمت له مخې پیدا کړي دي، او هیڅکله یې مخلوقات بې ځایه ندي پیدا کړي، نو زمونږ رب له ځان څخه د عبث صفت نفي کړ، الله تعالی فرمایلي: {أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لاَ تُرْجَعُون} (آیا نو تاسو ګومان کوئ چې بېشکه مونږ تاسو بس عبث پیداکړي یاست او دا چې بېشکه تاسو به مونږ ته راونه ګرځولای شئ؟). [المؤمنون سورت: 115 آیت]، او حق ذات وښوده چې د هغه قضاوت عادلانه او وینا یې قطعي ده او دا چې هغه پاک ذات د خپل بشپړ عدل له مخې په هیچا ظلم نه کوي، زمونږ متعال رب فرمایلي: {وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} (او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي). [الكهف سورت: 49 آیت]، او فرمایي: (وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ) (او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى). [فصلت سورت: 46 آیت ].
او یهودو او نصاراو الله -تعالی- ته د زوی نسبت وکړ، د هغه کافرانو په څېر چې له دوی څخه مخکې وو، نو الله -تعالی- له ځان څخه زوی نفي کړ، نو الله تعالی وفرماېل: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ }. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى ندى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته). [المؤمنون سورت : 91 آیت]، او هغه سپېڅلي ذات ښکاره کړې ده چې څوک چې زوی ولري باید ښځه ولري او الله تعالی له ښځې او اولاد څخه پاک دی هغه متعال ذات فرمایلي دي: {بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنَّى يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُن لَّهُ صَاحِبَةٌ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ وهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيم} (نااشنا جوړوونکی د اسمانونو او ځمکې دی، څرنګه هغه لره زوی کېدلی شي حال دا چې د هغه مېرمن نشته، او هر شی یې پیدا کړی او هغه په هر څه باندې پوهه دی). [الأنعام سورت: 101 آیت]، او فرمایلي یې دي: (وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) (او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد). [الجن سورت: 3 آیت].
موږ باور لرو چې الله پاک د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه لري او دا چې د هغه نومونه په ښکلا کې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسیدلي، نو ښایسته ترې نشته، متعال حق ذات فرمایلي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى} (الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي). [طه سورت: 8 آیت]، او له هغې څخه چې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي دي: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى. ( الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ) ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى. (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) د بَدلې د ورځې مالك دى. [الفاتحة سورت: 2-4 آیتونه]، او د الله -تعالی- پدې وینا کې: {هُوَ اللَّهُ الَّذِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيم* (خاص الله تعالی هغه ذات دی چې نشته دی حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، پوهه دی په هر پټ او ښکاره باندې خاص هغه بې حده مهربان او همیشه رحم کوونکی دی. (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود په حقه مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ)، ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي. هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم} هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په آسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى). [الحشر سورت: 22-24 آیتونه].
او د الله - تعالی - نومونه اخستل شوي (مشتق) دي او جامد ندي، د الله - تعالی - لپاره هر نوم یو صفت لري نو د رحمت صفت له (الرحیم) څخه اخیستل شوی، او د عزت صفت له (العزیز) څخه او د حکمت صفت له ( الحکیم ) او حیات له الحی څخه او همداسې...
او د هغه - متعال ذات - نومونه بې شمېره دي، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ»، «ستا په هر نوم سره ستا څخه سوال کوم، چې تا پرې ځان نومولی او یا دې په خپل کتاب کې نازل کړی او یا دې خپل یو بنده ته ورښودلی او یا دې په علم غیب کې له ځان سره ساتلی وي». الضبي په الدعاء کې (۶)، او ابن ابي شیبه په المصنف کې (۲۹۹۳۰)، او په المسند کې (۳۲۹)، او أحمد (۳۷۱۲) او الحارث بن ابي اسامه په المسند کې، لکه څرنګه چې په : بغیة الباحث کې راغلي (۱۰۵۷). او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِلهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا مِائَةً إِلَّا وَاحِدًا مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ» "الله - تعالی - لره نهه نوي نومونه دي، یو کم سل، څوک چې هغه حفظ کړي جنت ته به داخل شي". بخاري (2736)، مسلم (2677)، ترمذي (3506) او ابن ماجه (3860) روايت کړی دی.
او زمونږ رب مونږ ویرولي یو چې د هغه په نومونو کې کاږه نه شو (الحاد پکې ونه کړو)،الله تعالی فرمایلي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت].
د الله تعالی په نومونو کې کږیدل (الحاد) په دوه ډوله دی؛ یو له هغوی څخه په هغه نومونو ځان نومول دي چې روا ندي انسان پرې ځان ونوموي، لکه : الخالق، الرحمن او داسې نور. او بل یې: په هغه نومونو سره د بوتانو نومول چې د الله - تعالی - له نومونو څخه اخیستل شوي وي لکه: اللات د (الله) څخه او: العزی د: (العزیز) څخه. همدا رنګه: انکار ترې کول، له معنا یې منکریدل او یا یې بې معنا ګڼل.
او هغه څه چې په قرآن او سنت کې د الله - تعالی - له نومونو او صفتونو څخه ذکر شوي دي له دې څخه لوی دي چې یو کتاب یې راونغاړي، مګر دا زموږ د عزت لپاره بسنه کوي چې موږ په دې برخه کې یو څو جملو ته اشاره وکړه.
او مونږ ایمان لرو چې یو مسلمان باید الله -پاک- په کوم صفت او یا نوم سره یاد نه کړي مګر په هغه چې هغه پرې ځان یاد کړی او یا نومولی او یا یې رسول پرې یاد کړی یا نومولی وي او له هغه وروسته نور چپ پاتې شي.
او مونږ پدې نومونو او صفتونو د خپل رب په مراد سره ایمان لرو، او هغه څه چې ترې زمونږ د رسول -صلی الله علیه وسلم- مراد وي، او مونږ پوهیږو چې په حقیقت یې انسانان نه پوهیږي، او نه یې په خپل علم کې راوستلی شي او نه یې پوهه ورته رسیږي، او مونږ یې په تاویلولو ځان نه تکلیفوو، ځکه چې الله -تعالی- خپل نبي -صلی الله علیه وسلم- ته امر کړی چې ووایي: {وَمَا أَنَا مِن المُتَكَلِّفِينَ} (او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم). [ص سورت: 86 آیت]، او لکه څرنګه چې په جنت کې ډول ډول نعمتونه دي چې په قرآن او سنت کې یې یادونه شوې ده، -لدوی څخه- ځینې هغه دي چې د دنیا نعمتونو ته په شکل کې ورته سره په نوم کې یو شی دي، مګر دا چې د دوی ترمنځ توپیرونه او تفاوتونه شتون لري چې انسان یې په خپل علم کې نه شي رانغاړلی، نو که مونږ د جنت په نعمتونو باور لرو حال دا چې لیدلي مو ندي، او نه یې په حقیقت او څرنګوالي پوهیږو نو الله -تعالی- خو له دې ډیر لوی دی چې انسان دې ورسره ورته والی ولري په همدومره خبره چې په ځینو صفتونو او یا نومونو کې ورسره شریک دی او پدې سره له الله - تعالی - څخه د نومونو او صفتونو نفي کول هم نه لازمیږي چې یوازې په لفظ کې سره ورته والی ولري.
او د هدایت او پوهې امامانو په دې اړه ویناوې کړي دي، ابن ابی زمنین فرمایلي: «نو دا زمونږ د رب هغه صفتونه دي چې په خپل کتاب کې یې پرې ځان یاد کړی، او د هغه پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- پرې یاد کړی دی، او له دوی څخه په هیڅ یو کې نه ټاکلی حد، نه تشبیه (ورته والی) او نه اندازه کول شته، نو پاک دی هغه ذات چې د هغه په څېر هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی او لیدونکی دی، سترګو ندی لیدلی تر څو یې د شتون څرنګوالی بیان کړي، مګر زړونو لیدلی د هغه حقیقتونو له مخې چې ایمان پرې لري». أصول السنة، لابن أبي زمنين ( 74: مخ).
او عبدالرحمن بن القاسم فرمایلي: «او هیچا لره نه ښایې چې الله تعالی په یو څه سره یاد کړي مګر په هغه څه چې هغه پرې ځان په قرآن کې یاد کړی دی او نه دا چې لاسونه یې د څه شي سره مشابه کړي، او نه یې مخ د کوم شي سره، مګر وایې به: هغه لره دوه لاسونه دي لکه څرنګه یې چې په قرآن کې د ځان په اړه یادونه کړې ده او هغه لره مخ دی، لکه څرنګه یې چې د ځان په اړه یادونه کړې ده او په هغه ځای کې به -له ځانه څخه د څه ویلو ډډه- کوي چې الله تعالی پرې په قرآن کې ځان یاد کړی، ځکه الله تعالی د ځان په څېر او یا ورته څوک نه لري، مګر هغه الله دی؛ چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، لکه څرنګه یې چې د ځان په اړه یادونه کړې ده او لاسونه یې پراخه دي لکه څرنګه یې چې د هغوی دواړو په اړه یادونه کړې ده». ( وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ٦٧ آیت] لکه څرنګه چې هغه د خپل ځان په اړه یادونه کړې ده». أصول السنة، د ابن أبي زمنين ( 75: مخ).
او امام حمیدي رحمه الله - فرمایلي: او هغه څه چې قرآن او حدیث یې په اړه وینا کړې ده، داسې دي لکه: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ} (وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي). [المائدة سورت: ٦٤ آیت]، او لکه: ( وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ٦٧ آیت]، او دې ته ورته نور له قرآن او حدیث څخه، نه پکې زیاتونه کوو او نه یې تفسیروو، هغه ځای کې ودریږو چېرته چې قرآن او سنت توقف کړی دی. العلو للعلي العظيم، د الذهبي (168: مخ).
امام احمد رحمه الله فرمایلي: "مونږ د الله -تعالی- په صفتونو سره د هغه عبادت کوو لکه څرنګه یې چې ځان پرې ستایلی دی، هغه خپل صفتونه په اجمالي توګه پرته له تفصیل څخه بیان کړي دي، او مونږ هم له قرآن او حدیث څخه نه اوړو، هغه څه وایو چې هغه ذات فرمایلي دي، او په هغه څه سره یې یادوو په څه سره یې چې د خپل ځان څخه یادونه کړې ده، او له هغه څخه نه اوړو، په ټول قرآن؛ محکم او متشابه دواړو ایمان لرو،او له هغه متعال ذات څخه هیڅ صفت نه لرې کوو تر څو ناوړه -معنا- ورکړي، او هغه صفت ورڅخه نه لرې کوو چې ځان یې پرې یاد کړی دی لکه: کلام، نزول، د قیامت په ورځ د خپل بنده ګوښه کول، او ځان ته یې رانږدې کول، دا ټول پر دې دلالت کوي چې الله تعالی په قیامت کې لیدل کیږي، او دېته یو حد ایښودل بدعت دی، او الله تعالی ته د هغه په امر تسلیمیدل، او الله جل جلاله لکه د پخوا په څېر متکلم، پوه، بخښونکی، په پټو او ښکاره و عالم دی، نو دا د الله تعالی صفتونه دي چې ځان یې پرې یاد کړی دی؛ نه ترې لرې کیږي او نه ردیږي، او فرمایلي یي دي: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى). [البقرة سورت: 255 آیت]، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ) (نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېرې لويي والا دى). [الحشر سورت: 23 آیت]، دا د الله تعالی صفتونه او نومونه دي». الإبانة الكبرى، د ابن بطة (7/326).
او له سنت څخه د مدافع امام أبو القاسم -څخه د متعال رب د صفتونو په اړه پوښتنه وشوه- نو هغه وفرمایل: «د مالک، ثوري، اوزاعي، شافعي، حماد بن سلمه، حماد بن زید، أحمد بن حنبل، یحیی بن سعید، عبدالرحمن بن مهدي، او د اسحاق بن راهویه مذهب دا دی چې: د الله تعالی هغه صفتونه چې ځان یې پرې یاد کړی دی، او یا یې رسول په هغې سره یاد کړی دی لکه: السمع (اوریدل)، البصر (لیدل)، الوجه (مخ)، الیدین (لاسونه)، او ټول صفتونه یې، دا په ظاهر سره اخیستل کیږي یعنې په هغه معنا سره چې پيژندل شوي وي، پرته له هغه کیفیت څخه چې په اړه یې ګومان کیږي، او پرته له تاویل او تشبیه څخه». العلو للعلي العظيم د الذهبي (2/459).
او همدا رنګه یې فرمایلي دي: «او زه -د الله تعالی په توفیق- له سلفو څخه زمونږ د امامانو د یو ټولګي یادونه کوم چې په دې معناګانو یې پیل کړی و، له هغوی څخه: أبو عبد الله سفیان بن سعید بن مسروق الثوری؛ یقینا چې هغه د سنت په اړه خپله عقیده او مذهب له یو ځای څخه په زیاتو ځایونو کې ښکاره کړې و او په شعیب بن حرب یې املا کړی و، او د هغوی له ډلې څخه: أبو محمد سفیان بن عیینه الهلالي دی؛ کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه نو هغه د خپلې عقیدې له مخې جواب ووایه دا خبره - محمد بن اسحاق الثقفي روایت کړې ده او د دوی له جملې څخه أبو عمرو عبد الرحمن بن عمرو الأوزاعي د شام د خلکو امام هم دی، هغه هم په خپل عصر کې خپله عقیده ښکاره کړې وه - دا خبره - ابن اسحاق الفزاري روایت کړې ده، او لدوی څخه: أبو عبد الرحمن بن عبد الله بن المبارک د خراسان د خلکو امام او الفضیل بن عیاض او وکیع بن الجراح او یوسف بن أسباط هم دي، دوی هم د خپلې عقیدې او مذهبونو ښکارونه په سنت سره کړې وه او لدوی څخه: شریک بن عبد الله النخعي، یحیی بن سعید القطان، أبو اسحاق الفزاري هم دي. او له ډلې څخه یې: أبو عبد الله مالك بن أنس الأصبحي المديني د دار الهجرت امام او فقيه الحرمين دی، دوی هم خپله عقیده د ایمان او قرآن اړوند ښکاره کړې وه، او لدوی څخه: أبو عبد الله محمد بن إدريس الشافعي المطلبي هم و چې په خپله زمانه کې د فقهاوو سردار و او لدوی څخه: أبو عبيد القاسم بن سلام، او النضر بن شميل او أبو يعقوب يوسف بن يحيى البويطي د امام شافعي له شاګردانو څخه؛ ده هم خپله عقیده هغه مهال ښکاره کړه کله چې د قرآن اړوند فتنه رامنځته شوه (چې آیا مخلوق دی که نه) او له دوی څخه أبو عبدالله أحمد بن حنبل؛ په خپل وخت کې د اهل الحدیثو سردار،....او أبو أحمد بن أسامة القرشي الهروي د خراسان له غوره علماوو او فقهاوو څخه و، هغه هم خپله عقیده املا کړې وه او فرمایلي یې دي: د هغو کسانو لپاره چې الله تعالی د هدايت علم او په سنتو -د پوهې- عزت ورپه برخه کړی د هغه چا نه چې د ورستنو (خلف) څخه پاتي دي تر څو په همغو سلفو پسې اقتدا وکړي کوم چې له دوی څخه وړاندې تېر شوي دي، او دا چې زمونږ او د اهل الأثر څخه زمونږ د امامانو مذهب دا دی چې ووایو: الله -پاک- یو دی او شریک نه لري، نه یې مخالف شته، نه برابر او نه د ده په څېر بل ذات، هغه ذات چې یو او بې نیازه دی، نه یې ښځه شته او نه یې څو په زوی ولۍ نیولی او په واکمنۍ کې ورسره هم هیڅوک ګډون نه لري». الحجة في بيان المحجة (2/508).
او هغه رحمه الله همدا رنګه ویلي دي: «د صفاتو په اړه د روایت شوو أخبارو لار دا ده چې: ایمان پرې راوړل شي، مخالفت یې ونه شي او داسې تعامل ورسره وشي لکه څرنګه چې پخوانیو ورسره کړی و، پرته له تمثیل او تاویل څخه». الترغيب والترهيب، د قوام السنة (1/253).
او ابن قتیبة رحمه الله فرمایلي: «د صفتونو په اړه عادلانه وینا دا ده چې پر هغه څه چې مونږ باور لرو او د ثقه روایانو په روایت رانقل شوي دي چې ایمان پرې ولرو، نو مونږ هم په رؤیت د الله تعالی په لیدلو) او د هغه په راښکاره کېدلو ایمان لرو او دا چې هغه تعجب کوي، د ځمکې آسمان ته راکوزیږي او دا چې هغه په عرش دپاسه برابر دی او په نفس، دواړو لاسونو پرته لدې چې د څرنګوالي په اړه یې څه ووایو، یا ورته حد وټاکو، او دا چې هغه څه چې مونږ ته راغلي په هغه څه یې قیاس کړو چې راته ندي راغلي، نو موږ هیله لرو چې په دې وینا او تړون سره به سبا ورځ د نجات لار ومومو، ان شاءالله». الاختلاف في اللفظ والرد على الجهمية، د ابن قتيبة ( 53: مخ ).
او زهري ویلي: «په الله تعالی وضاحت، په رسول رسوونه او پر مونږ تسلیمیدل دي». الحجة في بيان المحجة (2/512)، او شرح السنة د البغوي (1/171).
(كـتـــاب الإيمــان بالـمـلائكة) دا کتاب دی پر ملایکو د ایمان په اړه دی
د کتاب لنډیز
او مونږ په ملاېکو باور لرو، او موږ په یقین سره پوهیږو چې په ملائکو باور د ایمان دویم رکن دی.
په ملائکو باندې ایمان لاندې معناوې لري:
لومړۍ یې: د دوی شتون ريښتیا ګڼل.
دویم: دوی ته خپل مقام او منزلت ورکول او دا ثابتول چې دوی د الله بنده ګان او مخلوقات دي، لکه پیریان او انسانان، دوی د امر لاندې او مکلف دي، د هیڅ کار د کولو وړتیا نه لري مګر هغه چې الله تعالی یې د کولو وړتیا ورکړې وي، مرګ پرې راځي، مګر الله تعالی دوی ته لرې نیټه ټاکلې، نو تر هغه یې نه وفاتوي تر څو چې هغه نیټې ته نه وي رسیدلي او هیڅکله یې په داسې یو څه سره یادونه نه کیږي چې صفت کول یې له الله تعالی سره شرک کولو ته اړباسي او دوی خدایان نه بلل کیږي لکه څرنګه چې مشرکانو دعوا کړې وه.
دریم: پدې اعتراف کول چې له دوی څخه د الله تعالی رسولان دي، چې له انسانانو څخه یې الله تعالی هغه چاته لیږي چاته چې وغواړي او د دې اقرار او اعتراف پسې دا منل چې له دوی څخه -په اوږو- د عرش باروونکي دي او لدوی څخه صف تړونکی دي او لدوی څخه د جنت خزانه داران دي او لدوی څخه د اور خزانه داران دي او لدوی څخه د -بنده ګانو- د کړنو لیکونکي دي او لدوی څخه هغه دي چې وریځي روانوي او د دې ټولو یا اکثره مواردو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې ده. شعب الإيمان (1/ 296).
څلورم: په ملائکو باندې اجمالي او تفصيلي ایمان، نو په عمومي توګه د ملائکو په وجود ايمان لرو او په هغو ملایکو تفصیلي ايمان لرو چې د هغو په نومونو، صفتونو او اعمالو باندې پوه یو لکه څرنګه چې په قرآن او سنت کې راغلي دي.
او په هغو یې ایمان لرو چې مونږ یې پیژنو او هغه چې نه یې پیژنو، او د دوی په عملونو او صفتونو هم ایمان لرو، او پدې ایمان لرو چې د دوی عملونه، صفتونه او شمېر چې له مونږ څخه پټ دی د هغو په نسبت ډیر دي چې مونږ ته معلوم دي، خو مونږ په دې ټولو ایمان لرو لکه څرنګه چې الله -تعالی- او د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- موږ ته خبر راکړی دی، نه یې څرنګوالی غواړو او نه یې په خپلو عقلونو سره ردوو او نه پرې په خپلو نظریاتو سره شک کوو او نه یې په خپل اجتهاد سره تاویلوو، بلکه وایو: ایمان مو راوړی، ریښتیا یې ګڼو او غاړه مو ورته ایښودلې ده.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - ملاېکې له رڼا څخه پیدا کړي، نو دوی د الله - تعالی - مخلوقات دي، په ځانګړې بڼه یې پیدا کړي دي چې یوازې الله -تعالی- یې په حقیقت پوهیږي، او دوی د -الله تعالی- پالل شوي بندګان دي، چې د خپل عبادت لپاره یې پیدا کړي او تر څو یې اوامر پر ځای کړي، نو عبادت یې کوي او هیڅکله یې له عبادت څخه سرغړونه نه کوي.
د دوی له عبادتونو څخه: تسبیح، سجده، ویره د زړه له لړزیدو سره دي او دوی - د ستر عبادت سره - د خپل رب څخه ډیره ویره لري او له عبادتونو څخه یې دا دي: چې دوی د الله لپاره مینه او د الله لپاره محبت کول دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- دوی په داسې شکل پيدا کړي دي چې یوازې هغه ذات پرې پوره عالم دی چې دوی یې په هغه بڼه پیدا کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی ته وزرونه ورکړي او واک یې ورکړی چې پیغمبرانو او رسولانو ته یې د انسانانو په شکل کې ورشي، او له مشرکانو څخه چې چا دا ادعا کړې ده چې ملايکې د الله -تعالی- لوڼې دي، نو الله تعالی دروغجن ګڼلي دي.
او مونږ ایمان لرو چې پرښتې خوراک او څښاک نه کوي، ځکه هغوی شهوتونه نه لري، او دا چې د هغوی له خویونو څخه یو حیاء ده او هغوی په هر هغه څه زوریږي چې بني آدم ورڅخه زوریږي.
او موږ باور لرو چې الله په دوی کې ځواک او زړورتیا پيدا کړې ده چې په علم کې راوستل یې ناشوني دي او ملائکې بې شمېره مخلوقات دي چې شمیر یې نشي کولی پرته له هغه چا څخه چې دوی یې پيدا کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی عزتمنې ګرځولي، او ډول ډول ستر کارونه یې ورترغاړي کړي دي، او تر ټولو عزتمن یې دا دی چې د الله - تعالی - او د هغه د بنده ګانو تر منځه یې استازي دي، د هغه وحیې وررسوي، او پيغمبرانو-علیهم السلام- ته په وحې رسولو ګمارل شوې ملاېکه جبریل -علیه السلام- دی، او کله کله یې الله تعالی د امتحان لپاره له انبیاوو پرته نورو خلکو ته هم لیږي.
د دوی له کړنو څخه : د عرش پورته کول، د تقدیر لیکل، د رحم او په هغو کې چې څوک دي د چارو سمبالول (یعنې پیدا کول، انځورول او روح پکې اچول)، د خلکو مړینه، په دنیا او آخرت کې په بدنونو کې د روحونو پوکول، مؤمنانو ته دعا کول او له الله تعالی څځه ورته بخښنه غوښتل، د مؤمنانو سره په عبادتونو کې حاضریدل، د هغوی د ښو خبرو پورته کول، د هغوی د اعمالو په اړه رب ته خبر ورکول - حال دا چې هغه په هر څه خبر او پوه ذات دی چې اړتیا نه لري څوک یې خبر کړي.
د دوی له اعمالو څخه: په ایماني موسمونو کې ځمکې ته راښکته کېدل لکه د جمعې ورځ، د عرفې ورځ او د قدر شپه.
او د دوی له عملونو څخه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پر هغه د امتیانو د درود رسول.
د دوی له اعمالو څخه: د بني آدم ساتنه، د ښو او بدو اعمالو لیکل، له دجال څخه د پیغمبر د ښار ساتنه، په قبر کې له مړو څخه پوښتنه کول، مؤمنانو ته د مرګ په وخت کې د سترې بریا زیری ورکول، په آخرت کې هغوی ته ښه راغلاست ویل، او پر هغوی د جنت له دروازو څخه ورننوتل او دا چې د قيامت په ورځ به د الله -تعالی- سره قطار قطار راښکته کېږي.
او د دوی له عملونو څخه: دا دي چې په دوی کې د جنت خزانه دار او د دوزخ خزانه دار دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د ملائکو لپاره مرتبې او درجې ټاکلي دي او په مقام کې ترټولو لوړې ملاېکې جبرائیل، میکائیل او اسرافیل دي او تر ټولو عزتمندې یې: د عرش پورته کوونکي دي او همدارنګه هغه ملاېکې چې د بدر په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. په هر آسمان کې د ملاېکو شمیر له الله -تعالی- څخه پرته بل څوک نشي شمېرلای، او دا ملاېکې هره یوه یې ځانته پیژندل شوی ځای لري او په دوی کې ځینې مقربې دي.
(بــاب وجوب الإيمان بالـملائكة) باب دی په بیان د دې کې چې پر ملایکو ایمان واجب دی.
او مونږ پر ملائکو ایمان لرو او په یقین سره پوهیږو چې په ملائکو ایمان راوړل د ایمان دویم رکن دی، الله -تعالی- فرمایلي دي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې). [ البقرة سورت: 285 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: ﴿لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾ (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، خو لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د آخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړی). [البقرة سورت: 177 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شو، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ ویې فرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ». "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، او په بعث یعنې بیا راپورته کېدلو ایمان ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64).) روایت کړی دی.
بیهقي رحمه الله فرمایلي دي: "په ملاېکو ایمان په ځینو نقطو دلالت کوي: یو له دوی څخه د دوی په شتون باور لرل او بل: دوی ته خپل مقام او مرتبه ورکول او دا ثابتول چې دوی د الله بنده ګان او مخلوقات دي، لکه پیریان او انسانان، دوی د امر لاندې او مکلف دي، د هیڅ کار د کولو وړتیا نه لري مګر هغه چې الله تعالی یې د کولو وړتیا ورکړې ده، مرګ پرې راځي، مګر الله تعالی دوی ته لرې نیټه ټاکلې ده، نو تر هغه یې نه وفاتوي تر څو چې ورته نه وي رسیدلي او هیڅکله په داسې یو صفت سره نه یادول کیږي چې هغه له الله تعالی سره شرک وي، او دوی د عبادت لایق نه بلل کیږي لکه څرنګه چې لومړنیو دعوا کړې وه. ( دوی چې کله اوائل (لومړني خلک) یادوي نو موخه یې ورڅخه فیلسوفان وي). دریم: پدې اعتراف کول چې له دوی څخه د الله تعالی رسولان دي، چې له انسانانو څخه یې الله -تعالی- هغه چاته لیږي چاته چې وغواړي او د دې اقرار او اعتراف پسې دا منل چې له دوی څخه -په اوږو- د عرش باروونکي دي او لدوی څخه صف تړونکی دي او لدوی څخه د جنت خزانه داران دي او لدوی څخه د اور خزانه داران دي او لدوی څخه د -بنده ګانو- د عملونو لیکونکي دي او لدوی څخه هغه دي چې وریځې روانوي او د دې ټولو یا اکثره مواردو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې ده». شعب الإيمان (1/ 296).
نو بیهقي په ملائکو باندې د ایمان درې معناوې ذکر کړې.
څلورم: په ملائکو باندې اجمالي او تفصيلي ایمان، نو په عمومي توګه د ملائکو په وجود ايمان لرو او په هغو ملایکو تفصیلي ايمان لرو چې د هغو په نومونو، صفتونو او اعمالو باندې پوه یو لکه څرنګه چې په قرآن او سنت کې راغلي دي.
او په هغو یې ایمان لرو چې مونږ یې پیژنو او هغه چې نه یې پیژنو او د دوی په عملونو او صفتونو هم ایمان لرو، او پدې ایمان لرو چې د دوی عملونه، صفتونه او شمېر چې له مونږ څخه پټ دی د هغو په نسبت ډیر دي چې مونږ ته معلوم دي، خو مونږ. په دې ټولو ایمان لرو لکه څرنګه چې الله -تعالی- او د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- موږ ته خبر راکړی دی، نه یې څرنګوالی غواړو او نه یې په خپلو عقلونو سره ردوو او نه پرې په خپلو نظریاتو سره شک کوو او نه یې په خپل اجتهاد سره تاویلوو، بلکه وایو: ایمان مو راوړی، ریښتیا یې ګڼو او غاړه مو ورته ایښودلې ده.
(بــاب خلْق الـملائكة وكثرة عددهم وصفاتهم) باب دی په بیان د ملائکو د پیدایښت کې، او د هغوی د زیات شمیر او د صفتونو په اړه.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - ملائکې له نور څخه پيدا کړي دي، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «خُلِقَتِ الْمَلَائِكَةُ مِنْ نُورٍ»، "ملاېکې له رڼا (نور) څخه پیدا شوې دي". ( مسلم روایت کړی دی (2996). دوی د الله - تعالی -مخلوقات دي، هغه په ځانګړې بڼه کې پیدا کړي دي، خو دوی یوازې تش روحونه ندي او نه تش قدرتونه، بلکې یوه غیبي نړۍ او پالل شوي بنده ګان دي چې هغه د خپل عبادت او امرونو پر ځای کولو لپاره پيدا کړي دي، نو دوی یې عبادت کوي او له عبادت څخه یې سرغړونه نه کوي.
او د دوی له عبادتونو څخه تسبیح، سجده، ویره، د الله له ویرې لړزیدل او داسې نور دي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿لَّا يَعۡصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمۡ وَيَفۡعَلُونَ مَا يُؤۡمَرُونَ ﴾ (دوى په هغه څه کې د الله نافرماني نه کوي چې دوى ته يې حکم کړى وي او دوى هغه څه کوي چې امر يې ورته کيږي). [التحريم سورت: 6 آیت]، همدارنګه فرمایلي یې دي: {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي). [النحل سورت: 49 آیت]، الله - تعالی - فرمایلي: {وَتَرَى الْمَلاَئِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ }. (او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي). [الزمر سورت: 75 آیت]، او دوی - د لوی عبادت سربیره - بیا هم د خپل رب څخه سخت ویریږي، الله تعالی فرمایلي: {يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم کیږي). [النحل سورت: 50 آیت].
د دوی له عبادتونو څخه دا دي چې دوی: د الله لپاره مینه او محبت کوي، الله تعالی فرمایلي دي: «إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ العَبْدَ نَادَى جِبْرِيلَ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحْبِبْهُ، فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ، فَيُنَادِي جِبْرِيلُ فِي أَهْلِ السَّمَاءِ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبُّوهُ، فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ القَبُولُ فِي الأَرْضِ»، "کله چې الله له بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل ته غږ وکړي چې : الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولره! نو جبرئیل له هغه سره مینه پیدا کړي، بیا جبرائیل د اسمان پر اوسیدنوکو غږ وکړي چې: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولرئ! نو د آسمان اوسیدونکي له هغه سره مینه پيدا کړي، بیا ورته په ځمکه کې قبولیت وموندل شي ( یعنې د ځمکې خلک ورسره مینه او محبت پیدا کړي). بخاري (۳۲۰۹)، مسلم (۲۶۳۷) او ترمذي (۳۱۶۱) روایت کړی دی. او د الله لپاره دښمني کوي او په غصه کيږي، او د الله تعالی په محرماتو باندې غیرت کوي، او په هغه چا لعنت وایې چې الله پرې لعنت ویلی وي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين} (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د ټولو خلقو (لعنت دى). [البقرة سورت: 161 آیت]. او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ تَمَاثِيلُ أَوْ تَصَاوِيرُ». «پرښتې هغه کور ته نه ننوځي چې په هغه کې مجسمې او انځورونه وي». مسلم (2112) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی -پرښتې- په هغه بڼه پیدا کړي دي چې له هغه پرته پرې بل څوک نه پوهیږي، له جابر بن عبد الله -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې نبي -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «أُذِنَ لِي أَنْ أُحَدِّثَ عَنْ مَلَكٍ مِنْ مَلَائِكَةِ اللَّهِ مِنْ حَمَلَةِ الْعَرْشِ، إِنَّ مَا بَيْنَ شَحْمَةِ أُذُنِهِ إِلَى عَاتِقِهِ مَسِيرَةُ سَبْعِ مِائَةِ عَامٍ». «ما ته اجازه راکړل شوه چې د الله تعالی له ملاېکو څخه د یوې په اړه وینا وکړم چې عرش پورته کوي، د هغې د غوږ د پوڅکۍ (نرمۍ) څخه تر اوږې پورې د اووه سوه کلونو په اندازه مزل دی». أبو داود (4727)، ابن طهمان په خپلې مشيخه (21) کې، طبراني په الأوسط (1709) او أبو الشيخ په العظمة (313) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی دوی ته وزرې ورکړي دي، حق ذات فرمایلي دي: {جَاعِلِ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاء} (ملاېکو لره رسولان ګرځوونکی دی، (داسې ملاېک) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په پیداېښت کې زیاتوي چې څه وغواړي). [فاطر سورت: 1 آیت]، او له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې محمد -صلی الله علیه وسلم- جبرائیل -علیه السلام- پداسې حال کې ولیده چې شپږ سوه وزرونه یې درلودل. بخاري (۴۸۵۷)، مسلم (۱۷۴) او ترمذي (۳۲۷۷) روایت کړی. او دا چې هغوی لره زړونه دي، حق ذات فرمایلي دي: {حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِير} . (تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [سبأ سورت: 23 آیت].
او الله تعالی دوی ته اجازه ورکړې چې أنبیاوو او رسولانو -علیهم السلام- ته یې د انسان په شکل کې ورشي، نو دوی په ابراهیم او لوط علیهما السلام د میلمنو په بڼه ورننوتل چې نه یې پيژندل، الله تعالی د دوی له دې حال څخه د خبرولو په موخه وفرمایل: {هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِين* (په تحقیق سره تا ته د ابراهیم د عزتمندو مېلمنو خبر رارسېدلى دى. إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُون} كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل: په تا دې سلام وي سلام هغه وویل: (په تاسو دې) سلام وي ،او په زړه كې يې تېر شول چې دا نا اشنا خلق دي. [الذاريات سورت: 24، 25 آیتونه]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَـذَا يَوْمٌ عَصِيب} (او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده). [هود سورت: 77 آیت]، او جبرائیل -علیه السلام- مریم علیها السلام ته په داسې شکل کې راغی چې هغه په لومړي سر کې نه پوهیده لکه څرنګه چې الله -تعالی- په خپلې وینا سره مونږ ته حکایت بیانوي: {فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا * (نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو. قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا * قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ} (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې). [مريم سورت: 17-19 آیت ]، او له ابن عمر -رضي الله عنهما- څخه روایت دی فرمایي: «وَكَانَ جِبْرِيلُ عليه السلام يَأْتِي النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فِي صُورَةِ دِحْيَةَ». «جبرائیل -علیه السلام- به رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته د دحیه په شکل راته». احمد (۵۸۵۷)، محمد بن نصر المروزي د تقدیر په فضیلت (۳۷۲) کې او ابن بطة په الابانة (۸۳۱) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې ملاېکې خوراک او څښاک نه کوي، ځکه هغوی شهوتونه نه لري؛ لدې امله کله چې دوی په ابراهیم -علیه السلام- ورننوتل او هغه ورته خواړه وړاندې کړل ویې نه خوړل، سپیڅلي حق ذات د دوی له حال څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِين* (نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ. فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلاَ تَأْكُلُون* نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!؟ فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لاَ تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلاَمٍ عَلِيم} (نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ). [الذاريات سورت: 26-28 آيتونه]، او د دوی له خویونو څخه یو حیا ده، پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «أَلَا أَسْتَحِي مِنْ رَجُلٍ تَسْتَحِي مِنْهُ الْمَلَائِكَةُ». " آیا زه له هغه سړي څخه حیا ونکړم چې پرښتې ترې حیا کوي". مسلم (2401) روایت کړی دی.
او دا چې هغوی په هر هغه څه سره زوریږي چې بني آدم ورڅخه زوریږي، پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ -وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ- فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا؛ فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ». «چا چې لدې سبو، هوږې څخه خوراک وکړ -او یو ځل یې وویل: څوک چې پیاز، هوږه او ګندنه وخوري- نو زموږ جومات ته دې نه رانږدې کیږي؛ ځکه پرښتې له هغه څه څخه زوریږي چې بني آدم ترې زوریږي». بخاري (854)، مسلم (564) روايت کړی او الفاظ د همده دي، او ابوداود (3822)، ترمذي (1806)، نسائي (707) او ابن ماجه (3365) روایت کړی دی.
او موږ باور لرو چې الله په دوی کې له ځواک او زړورتیا څخه -دومره- پيدا کړي چې په علم کې راوستل یې ناشوني دي، الله تعالی فرمایلي: {ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِين} (چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى) [التكوير سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {عَلَيْهَا مَلاَئِكَةٌ غِلاَظٌ شِدَادٌ لاَ يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون} (په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرماني نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم کیږي). [التحريم سورت: 6 آیت]، او الله تعالی د لوط -علیه السلام- د قوم کلیو ته پرښته ورولیږله، او هغه اووه کلي وو، نو چپه یې پرې واړول، الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُود} (نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه (كلي) مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ، په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو). [هود سورت: 82 آیت].
او موږ ایمان لرو چې ملائکې ډیری مخلوقات دي او هیڅوک د دوی شمیر نشي کولی پرته له هغه چا چې دوی یې پیدا کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «فَرُفِعَ لِي البَيْتُ المعمُورُ، فَسَأَلْتُ جِبْرِيلَ، فَقَالَ: هَذَا البَيْتُ المعمُورُ يُصَلِّي فِيهِ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ، إِذَا خَرَجُوا لَمْ يَعُودُوا إِلَيْهِ آخِرَ مَا عَلَيْهِمْ...». «نو ما ته بیت المعمور پورته کړای شو، ما له جبریل څخه وپوښتل، هغه وویل: دا هغه بیت المعمور دی، چې پدې کې هره ورځ اویا زره پرښتې لمونځ کوي، کله چې دوی راووځي بیرته نه ورګرځي، د دوی تر وروستي یو پورې...». بخاري (3207)، مسلم (164)، ترمذي (3346) او نسائي (448) روایت کړی دی.
او له أبو ذر رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ، وَأَسْمَعُ مَا لَا تَسْمَعُونَ أَطَّتِ السَّمَاءُ، وَحُقَّ لَهَا أَنْ تَئِطَّ، مَا فِيهَا مَوْضِعُ أَرْبَعِ أَصَابِعَ إِلَّا وَمَلَكٌ وَاضِعٌ جَبْهَتَهُ سَاجِدًا لِلَّهِ». «زه هغه څه ګورم چې تاسو یې نه ګورئ، او هغه څه اورم چې تاسو یې نه اورئ، د آسمان کړساری وخوت، او لایق دی چې کړساری وکړي، ځکه په اسمان کې د څلورو ګوتو په اندازه -تش- ځای نشته مګر دا چې هلته به ملاېکې تندی ایښودلی وي او الله تعالی ته به په سجده وي». (ترمذي (2312)، ابن ماجه (4190)، ابن ابي شیبه (27044)، احمد (21516) او البزار (3924، 3925) روایت کړی دی.
او له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «يُؤْتَى بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لَهَا سَبْعُونَ أَلْفَ زِمَامٍ، مَعَ كُلِّ زِمَامٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ يَجُرُّونَهَا». «په هغه ورځ به جهنم رواړلی شي پداسي حال کې چې اویا زره ځنځیرونه به ولري، د هر ځنځیر سره به اویا زره پرښتې وي او کش کوي به یې». مسلم (2842) او ترمذي (2573) روایت کړی.
مشرکانو ادعا وکړه چې ملائکې د الله -تعالی- لوڼې دي، نو الله دوی په خپلې دې وینا سره دروغجن وګڼل: {أَمْ خَلَقْنَا الْمَلاَئِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُون} (یا که مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو). [الصافات سورت: 150 آیت]. او الله تعالی پرې پدې وینا سره رد وکړ: {أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلاً عَظِيمًا} (ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه له ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه (دروغجنه) خبره وایئ). [الإسراء سورت : 40 آیت].
(بــاب أعمال الـملائكة) باب دی د پرښتو د عملونو په اړه
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی عزتمنې ګرځولي، او ډول ډول ستر کارونه یې ورترغاړي کړي دي، او تر ټولو عزتمن یې دا دی چې د الله -تعالی- او د هغه د بنده ګانو تر منځه یې استازي دي، د هغه وحیې وررسوي، او پيغمبرانو -علیهم السلام- ته په وحې رسولو ګمارل شوې ملاېک جبریل -علیه السلام- دی، لکه څرنګه چې الله رب العزت فرمایلي: {قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ} (ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى). [النحل سورت: 102 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِين) (او یقینا دا قرآن نازل کړی شوی (کتاب دی) د رب العالمین. نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين* دا جبریل امین راكوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين* ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې. بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِين} په ژبه عربی واضحه باندي). [الشعراء سورت: 192-195 آیتونه].
او کله یې الله تعالی له انبیاو پرته نورو ته د امتحان لپاره لیږي، لکه څرنګه چې له بني اسرائیلو څخه د درې نفرو په کیسه کې راغلي: له عبد الرحمن بن أبي عمرة څخه روایت دی چې أبو هریرة - رضي الله عنه - ورته حدیث بیان کړ چې هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ ثَلَاثَةً فِي بَنِي إِسْرَائِيلَ: أَبْرَصَ، وَأَقْرَعَ، وَأَعْمَى، بَدَا لِلَّهِ عز وجل أَنْ يَبْتَلِيَهُمْ، فَبَعَثَ إِلَيْهِمْ مَلَكًا، فَأَتَى الأَبْرَصَ، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: لَوْنٌ حَسَنٌ، وَجِلْدٌ حَسَنٌ، قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ، قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ عَنْهُ، فَأُعْطِيَ لَوْنًا حَسَنًا، وَجِلْدًا حَسَنًا، فَقَالَ: أَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: الإِبِلُ -أَوْ قَالَ: البَقَرُ، هُوَ شَكَّ فِي ذَلِكَ: إِنَّ الأَبْرَصَ، وَالأَقْرَعَ، قَالَ أَحَدُهُمَا: الإِبِلُ، وَقَالَ الآخَرُ: البَقَرُ- فَأُعْطِيَ نَاقَةً عُشَرَاءَ، فَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا، وَأَتَى الأَقْرَعَ، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ شَعَرٌ حَسَنٌ، وَيَذْهَبُ عَنِّي هَذَا، قَدْ قَذِرَنِي النَّاسُ، قَالَ: فَمَسَحَهُ فَذَهَبَ، وَأُعْطِيَ شَعَرًا حَسَنًا، قَالَ: فَأَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: البَقَرُ، قَالَ: فَأَعْطَاهُ بَقَرَةً حَامِلًا، وَقَالَ: يُبَارَكُ لَكَ فِيهَا، وَأَتَى الأَعْمَى، فَقَالَ: أَيُّ شَيْءٍ أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ: يَرُدُّ اللَّهُ إِلَيَّ بَصَرِي، فَأُبْصِرُ بِهِ النَّاسَ، قَالَ: فَمَسَحَهُ، فَرَدَّ اللَّهُ إِلَيْهِ بَصَرَهُ، قَالَ: فَأَيُّ المال أَحَبُّ إِلَيْكَ؟ قَالَ الغَنَمُ: فَأَعْطَاهُ شَاةً وَالِدًا، فَأُنْتِجَ هَذَانِ، وَوَلَّدَ هَذَا، فَكَانَ لِهَذَا وَادٍ مِنْ إِبِلٍ، وَلِهَذَا وَادٍ مِنْ بَقَرٍ، وَلِهَذَا وَادٍ مِنْ غَنَمٍ، ثُمَّ إِنَّهُ أَتَى الأَبْرَصَ فِي صُورَتِهِ وَهَيْئَتِهِ، فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ، تَقَطَّعَتْ بِيَ الحِبَالُ فِي سَفَرِي، فَلَا بَلَاغَ اليَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ، ثُمَّ بِكَ، أَسْأَلُكَ بِالَّذِي أَعْطَاكَ اللَّوْنَ الحَسَنَ، وَالجِلْدَ الحَسَنَ، وَالمال، بَعِيرًا أَتَبَلَّغُ عَلَيْهِ فِي سَفَرِي، فَقَالَ لَهُ: إِنَّ الحُقُوقَ كَثِيرَةٌ، فَقَالَ لَهُ: كَأَنِّي أَعْرِفُكَ، أَلَمْ تَكُنْ أَبْرَصَ يَقْذَرُكَ النَّاسُ، فَقِيرًا فَأَعْطَاكَ اللَّهُ؟ فَقَالَ: لَقَدْ وَرِثْتُ لِكَابِرٍ عَنْ كَابِرٍ، فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ، وَأَتَى الأَقْرَعَ فِي صُورَتِهِ وَهَيْئَتِهِ، فَقَالَ لَهُ مِثْلَ مَا قَالَ لِهَذَا، فَرَدَّ عَلَيْهِ مِثْلَ مَا رَدَّ عَلَيْهِ هَذَا، فَقَالَ: إِنْ كُنْتَ كَاذِبًا فَصَيَّرَكَ اللَّهُ إِلَى مَا كُنْتَ، وَأَتَى الأَعْمَى فِي صُورَتِهِ، فَقَالَ: رَجُلٌ مِسْكِينٌ وَابْنُ سَبِيلٍ وَتَقَطَّعَتْ بِيَ الحِبَالُ فِي سَفَرِي، فَلَا بَلَاغَ اليَوْمَ إِلَّا بِاللَّهِ ثُمَّ بِكَ، أَسْأَلُكَ بِالَّذِي رَدَّ عَلَيْكَ بَصَرَكَ شَاةً أَتَبَلَّغُ بِهَا فِي سَفَرِي، فَقَالَ: قَدْ كُنْتُ أَعْمَى، فَرَدَّ اللَّهُ بَصَرِي، وَفَقِيرًا فَقَدْ أَغْنَانِي، فَخُذْ مَا شِئْتَ، فَوَاللَّهِ لَا أَجْهَدُكَ اليَوْمَ بِشَيْءٍ أَخَذْتَهُ لِلَّهِ، فَقَالَ: أَمْسِكْ مَالَكَ، فَإِنَّمَا ابْتُلِيتُمْ، فَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْكَ، وَسَخِطَ عَلَى صَاحِبَيْكَ». «په بني اسرائیلو کې درې نفر وو: پیس وهلی (برګي مرض والا)، پک (ګنجی) او ړوند ، الله تعالی غوره وګڼله چې دوی وازمایې، نو ملاېک یې ورولیږله، پیس وهلي ته ورغله، ورته یې وویل: څه شی درته ډیر غوره دی؟ ویې وییل: ښایسته رنګ او ښایسته پوستکی، خلک راڅخه کرکه کوي، وایې: لاس یې پرې کش کړ، نو پیس -مرض- ترې ولاړ؛ ښایسته رنګ او ښایسته پوستکی ورکړل شول، نو ویې وییل: کوم مال درته ډیر خوښ دی: ویې وییل: اوښان -او یا غواګانې، راوي پدې کې شکي دی چې پیس وهلي او ګنجي له دواړو څخه یو: اوښان ویلي او بل: غواګانې: نو لس میاشتنۍ بلاربه اوښه ورکړل شوه -او ورته یې - وییل: برکت به درته پکې واچول شي. او ګنجي (پک) ته ورغی ورته یې وویل: څه شی درته ډیر خوښ دی؟ ویې وویل: ښایسته ویښتان، او چې دا پکتوب راڅخه لاړ شي، خلک راڅخه کرکه کوي، وایې : لاس یې پرې راکش کړ نو ګنجیتوب ورڅخه ولاړ، او ښایسته ویښتان ورکړل شول، وایې: کوم مال درته ډیر ګران دی؟ ویې وییل: غواګانې: نو بلاربه غوا یې ورکړه او ویې وییل: برکت به درته پکې واچول شي. او ړوند ته ورغی نو ورته یې وویل: څه شی درته ډیر ګران دی؟ ویې وویل: چې الله مې بیرته سترګي راکړي، تر څو پرې خلک وګورم، وایې: لاس یې پرې راکش کړ نو الله یې سترګې بیرته ورکړې، وایې: کوم مال درته ډیر ګران دی؟ ویې وییل: مېږې: نو لنګه مېږه یې ورکړه -تر دې چې- د دواړو مالونو بچي وزیږول او د ده میږې هم بچي وزیږول، نو د دې (لومړي) لپاره د اوښانو یو لوی ټولی جوړ شو (شمېر یې زیات شو) او د دې -بل دویم- لپاره هم د غواګانو یو لوی ټولی جوړ شو، او د دریم لپاره د میږو یوه دره (لویه رمه) جوړه شوه، بیا -همدا- ملاېک د پیس وهلي سړي په شکل او څېره کې پخواني پیس وهلي ته ورغی، ورته یې وویل: غریب سړی یم، په سفر کې راسره توخه خلاصه شویده، نن ورځ له الله پرته او بیا ستا څخه - خپل ځای ته - د رسیدو لپاره توښه نه لرم، نو د هغه الله په نوم -چې ښایسته رنګ، ښایسته پوستکی او مال یې درکړی- درڅخه د یو اوښ سوال کوم چې د سفر په لار کې پرې مقصد ته ورسیږم، نو هغه ورته وویل: حقونه ډیر دي، نو -ملاېکې- ورته وویل: لکه زه دې چې پېژنم، آیا تاته برګی نه و رسیدلی چې خلکو به درڅخه کرکه کوله، فقیر نه وې چې بیا الله -ډیر څه- درکړل؟ نو هغه وویل: یقینا چې -دا مال- له نیکونو نیکونو څخه راته په میراث پاتې دی، نو -ملاېکې- ورته وویل: که چېرته دروغجن یې نو الله دې بیرته همغه حال ته وروګرځوه لکه څرنګه چې وې، بیا پک (ګنجي) ته د پک انسان په شکل او څېره کې راغی، نو ده ته یې هم د همغه په څېر وینا وکړه، ده هم همغسي ځواب ورکړ لکه لومړي چې ورکړی و، نو ورته یې وویل: که چېرته دروغجن یې نو الله دې بیرته همغه حال ته وروګرځوه لکه څرنګه چې وې. او ړوند ته هم د ړوند انسان په څېره کې ورغله نو ورته یې وویل: مسکین سړی یم، مسافر یم، په سفر کې راسره توخه خلاصه شوې ده نو نن ورځ له الله پرته او بیا ستا څخه -خپل ځای ته- د رسیدو لپاره هیڅ وسیله نه لرم، نو د هغه الله په نوم درڅخه د یو پسه سوال کوم چې تاته یې ستا سترګې بیرته درکړې، تر څو پرې پدې سفر کې خپل مقصد ته ورسیږم، نو هغه وویل: یقینا زه ړوند و م، نو الله مې سترګې بیرته راکړې، غریب او ناچاره وم؛ الله مالدار کړم، نو واخله څومره دې چې خوښه وي، قسم په الله چې نن دې هر څه واخېستل د الله لپاره به یې درڅخه منع نه کړم، نو هغه ورته وویل: خپل مال دې ځان سره ونیسه، تاسو امتحان شوئ، یقینا الله - تعالی - ستا څخه راضي شو او ستا پر دوو ملګرو قهر او ورڅخه ناراضه شو». (بخاري (۳۴۶۴) او مسلم (۲۹۶۴) روایت کړی دی .
او له دوی څخه د عرش پورته کوونکي دي، څښتن تعالی فرمايلي: {وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَة}. (او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه پورته كړى وي). [الحاقة سورت: 17 آیت].
او د دوی له کړنو څخه: د تقدیر لیکل دي، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، وَيُقَالُ لَهُ: اكْتُبْ عَمَلَهُ، وَرِزْقَهُ، وَأَجَلَهُ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ». «یو ستاسې څخه د هغه خلقت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي (نطفه وي)، بیا دا د وینې په څېر ټوټه شي، بیا د غوښې په څېر بوټۍ شي، بیا الله ملاېک راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه». (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) روایت کړی دی.
د دوی له کړنو څخه: د رحم د چارو -او څوک چې پکې دي- تر سره کول دي: لکه جوړول، انځورول او ساه پکې اچول، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا مَرَّ بِالنُّطْفَةِ ثِنْتَانِ وَأَرْبَعُونَ لَيْلَةً، بَعَثَ اللهُ إِلَيْهَا مَلَكًا، فَصَوَّرَهَا وَخَلَقَ سَمْعَهَا وَبَصَرَهَا وَجِلْدَهَا وَلَحْمَهَا وَعِظَامَهَا، ثُمَّ قَالَ: يَا رَبِّ، أَذَكَرٌ أَمْ أُنْثَى؟ فَيَقْضِي رَبُّكَ مَا شَاءَ، وَيَكْتُبُ الْمَلَكُ، ثُمَّ يَقُولُ: يَا رَبِّ أَجَلُهُ، فَيَقُولُ رَبُّكَ مَا شَاءَ، وَيَكْتُبُ الْمَلَكُ». «کله چې په نطفه باندې دوه څلویښت شپې تېرې شي، الله تعالی ملاېکه ورولیږي، نو انځور یې کړي بیا یې غوږونه، سترګې، پوستکی، غوښه او هډوکي برابر کړي، بیا ووایي: ای ربه، آیا نر -شي- که ښځه؟ نو رب دې د خپلې خوښې پریکړه وکړي، او ملاېکه یې لیکي، بیا ووایي: ای ربه د مرګ نیټه یې، نو رب دې د خپلې خوښي پریکړه وکړي او ملاېکه یې لیکي». مسلم (2645) روایت کړی دی.
او له أنس - رضی الله عنه - څخه روایت دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَكَّلَ اللَّهُ بِالرَّحِمِ مَلَكًا، فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ نُطْفَةٌ، أَيْ رَبِّ عَلَقَةٌ، أَيْ رَبِّ مُضْغَةٌ، فَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَقْضِيَ خَلْقَهَا، قَالَ: أَيْ رَبِّ، أَذَكَرٌ أَمْ أُنْثَى؟ أَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ؟ فَمَا الرِّزْقُ؟ فَمَا الأَجَلُ؟ فَيُكْتَبُ كَذَلِكَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ». «یقینا، الله -تعالی– رحم باندې ملاېکه مقرره کرې ده؛ هغه وايي: ای ربه نطفه (شوه)، ای ربه د وینې ټوټه (شوه)، اې ربه د غوښې بوټۍ شوه ! نو کله چې الله -تعالی- وغواړي د پيدا کولو پریکړه یې وکړي، نو -ملاېکه ووایي- ای ربه! نارینه شي که ښځینه؟ بدمرغه شي که نیکمرغه؟ رزق یې څومره شي؟ أجل یې څه وخت شي؟ نو دا به د هغه د مور په رحم کې ورته ولیکل شي». بخاري (6595) او مسلم (2646) روایت کړی دی.
او د دوی له کړنو څخه د بنده ګانو د ساګانو اخیستل دي، حق ذات فرمایلي دي او د هغه وینا حق ده: {حَتَّىَ إِذَا جَاء أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لاَ يُفَرِّطُون} (تر هغه پورې چې کله په تاسو کې یو کس ته مرګ راشي، (نو) زمونږ استازي یې وفات کړي او هغوی هېڅ تقصیر (کمی) نه کوي). ( انعام 61) او الله تعالی فرمایلي: {فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلاَئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُم} (نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي). [محمد سورت: 27 آیت].
او د دوی له کړنو څخه په دنیا او آخرت کې په جسدونو کې د ساګانو پوکول دي، پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ خَلْقُهُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ مَلَكًا، فَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، وَيُقَالُ لَهُ: اكْتُبْ عَمَلَهُ، وَرِزْقَهُ، وَأَجَلَهُ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ الرُّوحُ»، «یو ستاسې څخه د هغه پيدایښت د مور په ګېډه کې په څلویښت ورځو کې راغونډیږي (نطفه وي)، بیا دا د وینې په څېر ټوټه شي، بیا د غوښې په څېر بوټۍ شي، بیا الله ملاېکه راولیږي، نو په څلورو شیانو ورته امر وکړي، او ورته وویل شي چې : عمل، رزق، اجل او نیمکرغه یا بد مرغه یې ولیکه، بیا پکې روح پو کړل شي»، (بخاري (3208)، مسلم (2643)، ابوداود (4708)، الترمذي (2137) او ابن ماجه (76) رواړی دی. او الله تعالى فرمایلي دي: { ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت : 68 آیت].
او د دوی له عملونو څخه: له مؤمنانو سره - په - جهاد (کې ګډون)، د جګړې په ډګرونو او د ژوند په ډکر کې د مؤمنانو ثبات دی، رب العزت فرمايلي: {إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلآئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرَّعْبَ فَاضْرِبُواْ فَوْقَ الأَعْنَاقِ وَاضْرِبُواْ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَان} (كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو تاسو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت قدم كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو (د هغوى) د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو د دوى پر (هر بند او) ټولو ګوتو باندې ګوزارونه وكړئ). [الأنفال سورت: 12 آیت]، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ لِلشَّيْطَانِ لَمَّةً بِابْنِ آدَمَ وَلِلْمَلَكِ لَمَّةً: فَأَمَّا لَمَّةُ الشَّيْطَانِ فَإِيعَادٌ بِالشَّرِّ وَتَكْذِيبٌ بِالحَقِّ، وَأَمَّا لَمَّةُ الملك فَإِيعَادٌ بِالخَيْرِ وَتَصْدِيقٌ بِالحَقِّ، فَمَنْ وَجَدَ ذَلِكَ فَلْيَعْلَمْ أَنَّهُ مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ، وَمَنْ وَجَدَ الأُخْرَى فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، ثُمَّ قَرَأَ: {الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء} الآيَةَ [البقرة: 268]». «يقينا شيطان بني آدم ته قصد لري (یو څه ورپه زړه کوي)، او ملاېکې هم قصد لري (یو څه ور په زړه کوي)، بني آدم ته د شیطان قصد هغه ته په شر سره وعده ورکول او حق دروغ ګڼل دي، او بني آدم ته د ملاېکې قصد؛ په خیر سره وعده ورکول او حق ريښتیا ګڼل دي، نو چا چې دا -وروستی- وموند نو پوه دې شي چې دا د الله له لورې دی، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې بل څه وموندل، نو په الله سره دې له رټلی شوي شیطان څخه پناه وغواړي بیا یې -دا آیت- ولوست (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ) الآيَةَ [البقرة سورت: 268 آیت]». (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي). ترمذي په (۲۹۸۸) شمېره روایت کړی دی، ابن مبارک په الزھد (۱۴۳۵)، احمد په الزھد (۸۵۴) او ابو داود په الزھد (۱۶۴) کې روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه مؤمنانو ته د عا کول او بخښنه غوښتل دي، الولي الحمید ذات فلرمایلي دي: {الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيم} (له ملايكو څخه) (هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) شاوخوا دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته). [غافر سورت: 7 آیت].
او د دوی له عملونو څخه: د خیر او نیکۍ په وختونو د ایمان په موسمونو کې د مؤمنانو عبادت ته حاضریدل دي، لکه د جمعې ورځ، د عرفې ورځ، د قدر شپه، د سهار او مازدیګر لمونځونه، او د دوی د ښو ویناوو پورته کول او متعال رب ته یې په اړه خبر ورکول - حال دا چې هغه باخبره او پوه ذات دی چې اړتیا نه لري څوک یې خبر کړي، الله تعالی فرمایلي: {وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} (او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ته خو حاضري كولى شي). [الإسراء سورت: 78 آیت]، او حق ذات فرمایلي: (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) (په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره راکوزیږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار). [القدر سورت: 4 آیت].
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يَتَعَاقَبُونَ فِيكُمْ مَلَائِكَةٌ بِاللَّيْلِ وَمَلَائِكَةٌ بِالنَّهَارِ، وَيَجْتَمِعُونَ فِي صَلَاةِ الفَجْرِ وَصَلَاةِ العَصْرِ، ثُمَّ يَعْرُجُ الَّذِينَ بَاتُوا فِيكُمْ، فَيَسْأَلُهُمْ -وَهُوَ أَعْلَمُ بِهِمْ: كَيْفَ تَرَكْتُمْ عِبَادِي؟ فَيَقُولُونَ: تَرَكْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ، وَأَتَيْنَاهُمْ وَهُمْ يُصَلُّونَ». «په تاسو کې د شپې او ورځې ملاېکې یو د بل پسې ځي راځي او د سهار او مازدیګر په لمونځونو کې سره یو ځای کیږي، بیا هغه ملاېکې خیژې چې په تاسو کې یې شپه تیره کړې ده نو - الله تعالی له دوی څخه پوښتنه کوي –پداسې حال کې چې هغه د دوی په حال ښه پوهیږي-: زما بندګان مو څنګه پرېښودل؟ هغوی ووایي: په داسې حال کې مو پريښودل چې لمونځ یې کاوه، او په داسې حال کې ورته ورغلي وو چې لمونځ یې کاوه». بخاري (۵۵۵)، مسلم (۶۳۲) او نسائي (۴۸۵) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِلَّهِ مَلَائِكَةً يَطُوفُونَ فِي الطُّرُقِ يَلْتَمِسُونَ أَهْلَ الذِّكْرِ، فَإِذَا وَجَدُوا قَوْمًا يَذْكُرُونَ اللَّهَ تَنَادَوْا : هَلُمُّوا إِلَى حَاجَتِكُمْ. قَالَ: فَيَحُفُّونَهُمْ بِأَجْنِحَتِهِمْ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا». «الله لره ملاېکې دي چې په لارو کې ګرځي، -الله- یادوونکي خلک لټوي؛ نو كله چې دوى داسې خلک ومومي چې الله یادوي؛ نو یو بل ته غږ وکړي: راشۍ خپلې اړتیا ته! وایې: نو دوی لره په خپلو وزرونو سره د لاندنې آسمان پورې وپوښي». بخاري (6408) او مسلم (2689) روایت کړی دی.
او ملاېکې ایماني موسمونو ته حاضریږي لکه: د جمعې ورځ، د عرفې ورځ او د قدر شپه، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ الملائِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «کله چې امام - د خطبې لپاره - راووځي نو ملاېکې د ذکر اوریدلو لپاره حاضرې شي». بخاري (881)، مسلم (850)، ابوداود (351)، ترمذي (499) او نسائي (1388) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پر هغه د امت درودونه رسول، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «او پر ما درود ووایاست؛ ځکه ستاسو درود ماته رارسیږي هر چیرته چې یاست». ابوداود (204)، احمد (8804)، طبراني په الاوسط کې (8030) او البيهقي په الشعب (3865) کې روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ لِلَّهِ مَلَائِكَةً سَيَّاحِينَ فِي الْأَرْضِ يُبَلِّغُونِي مِنْ أُمَّتِي السَّلَامَ». «الله -تعالی- داسې ملاېکې لري چې په ځمکه کې ګرځي او زما له امت څخه ماته سلام رارسوي». نسائي (1282)، عبدالرزاق (3116)، ابن ابي شیبه په المصنف کې (8797)، او په المسند کې (269) او احمد (3666) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه : له بني آدم څخه ساتنه ده، الله تعالی فرمایلي: (لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) (د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي). [الرعد سورت: 11 آیت]. او علي بن أبی طلحة له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت کوي فرمایي: المعقبات: «د الله تعالی له کارونو څخه دي او هغوی ملاېکې دي». طبري په التفسير (13/463) او ابن ابي حاتم په التفسير (12198) کې روايت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه د نیکیو او بدیو لیکل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {كِرَامًا كَاتِبِين} : (چې عزتمن لیكونكي دي). [الانفطار سورت: 11 آیت]. او الله تعالی فرمايي: {إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيد * [(یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي). {مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيد} (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى]. [ق سورت: 17، 18 آیتونه]، او فرمایلي یې دي: {وَيُرْسِلُ عَلَيْكُم حَفَظَةً} (او پر تاسو باندې ساتونکي (ملاېک) رالېږي). [الأنعام سورت: 61 آیت]، او د دوی په اړه الله تعالی فرمایلي: {أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لاَ نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُون}. (آیا دوى دا ګومان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه). [الزخرف سورت: 80 آیت]، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «يَقُولُ اللَّهُ: فَلَا تَكْتُبُوهَا عَلَيْهِ حَتَّى يَعْمَلَهَا، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا بِمِثْلِهَا، وَإِنْ تَرَكَهَا مِنْ أَجْلِي فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَعْمَلَ حَسَنَةً فَلَمْ يَعْمَلْهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ». «الله تعالی وفرمایي: نو مه یې لیکئ تر دې چې ویې کړي، که چېرته یې وکړه نو د همغې -ګناه- په اندازه یې ولیکئ، او که چېرته یې زما لپاره پرېښوده نو نیکي یې ورته ولیکئ، او کله یې چې د نیکۍ کولو قصد وکړ او ویې نکړه، نو ورته یې نیکي ولیکئ، که چېرته یې عمل پرې وکړ نو یو پر لسه یې ورته ولیکئ تر اووه سوه چنده پورې». (بخاري (۷۵۰۱)، مسلم (۱۲۸) او ترمذي (۳۰۷۳) روایت کړی. او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قَالَتِ الْملَائِكَةُ: رَبِّ، ذَاكَ عَبْدُكَ يُرِيدُ أَنْ يَعْمَلَ سَيِّئَةً -وَهُوَ أَبْصَرُ بِهِ- فَقَالَ: ارْقُبُوهُ، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ بِمِثْلِهَا، وَإِنْ تَرَكَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، إِنَّمَا تَرَكَهَا مِنْ جَرَّايَ». «ملاېکو وویل: ای ربه! هغه ستا بنده دی، غواړي ګناه وکړي -حال دا چې هغه (الله) پرې ښه پوه دی- نو وفرمایي: ویې څارئ، که چېرته یې وکړه نو د ګناه په اندازه یې ورته ولیکئ، او که چېرته یې پرېښوده نو نیکي یې ورته ولیکئ، یقینا چې زما لپاره یې پرېښوده». مسلم (129) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: له دجال څخه د نبوي مدینې ساتل دي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «عَلَى أَنْقَابِ المدينَةِ مَلَائِكَةٌ لَا يَدْخُلُهَا الطَّاعُونُ، وَلَا الدَّجَّالُ». «د مدینې په دروازو باندې پرښتې دي چې نه ورته وبا داخلیدای شي او نه دجال». بخاري (1880) او مسلم (1379) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: په قبر کې له مړي څخه پوښتنې کول دي، فعن البراء بن عازب رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم مخبرًا عن حال الإنسان إذا وضع في قبره: «وَيَأْتِيهِ مَلَكَانِ فَيُجْلِسَانِهِ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَنْ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: رَبِّيَ اللَّهُ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَا دِينُكَ؟ فَيَقُولُ: دِينِيَ الْإِسْلَامُ، فَيَقُولَانِ لَهُ: مَا هَذَا الرَّجُلُ الَّذِي بُعِثَ فِيكُمْ؟ قَالَ: فَيَقُولُ: هُوَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم». له البراء بن عازب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مړي له حال څخه -چې کله په قبر کې کېښودل شي- د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: "او دوه ملاېکې ورته راشي او کېنوي یې او ورته ووايي: رب دې څوک دی؟ نو ووایې: زما رب الله دی، دوی دواړه ورته ووایي: دین دې څه دی؟ هغه ووايي: زما دين اسلام دى، دوی دواړه ورته ووايي: دا سړی څوک دى چې په تاسو کې لېږل شوى دی؟ وایې: نو وبه وایې: هغه د الله رسول -صلی الله علیه وسلم- دی». ابو داود (4753)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، طيالسي (789)، عبد الرزاق (6737) او ابن ابي شيبه (12185) روایت کړی دی.
او د دوی له عملونو څخه: د جنت ساتونکی دی، له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آتي باب الجنة يوم القيامة، فأستفتحُ فيقول الخازن: من أنت؟ فأقول: محمد، فيقول: بك أمرت لا أفتح لأحدٍ قبلك». «د قیامت په ورځ به د جنت دروازې ته راشم، نو د خلاصیدو غوښتنه به وکړم ساتونکی به راته ووایي: ته څوک یې؟ زه به ووایم: محمد، وبه وایې: په تا راته امر شوی، هیچاته به یې ستا څخه مخکې خلاصه نه کړم». مسلم (197) روایت کړی. او د اور ساتونکی، الله تعالی فرمایلي: {وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُون} (او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ) [الزخرف سورت: 77 آیت]. سپیڅلي حق ذات فرمایلي دي: {عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَر * (په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي. وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلاَّ مَلاَئِكَةً} او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك). [المدثر سورت: 30، 31 آیتونه]، او په صحیح کې له عبد الله بن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله- صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «يؤتى بجهنم يومئذ لها سبعون ألف زمام، مع كل زمام سبعون ألف ملك يجرُّونها». «په هغه ورځ به جهنم رواړلی شي پداسي حال کې چې اویا زره ځنځیرونه به ولري، د هر ځنځیر سره به اویا زره پرښتې وي او کش کوي به یې». مسلم (2842) او ترمذي (2573) روایت کړی. تفسير القرطبي (۱۹/۸۰).
(بــاب مراتب الـملائكة) باب دی د پرښتو د رتبو په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د ملائکو لپاره مرتبې او درجې ټاکلي دي، د دوی په اړه حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا مِنَّا إِلاَّ لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُوم * (او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى. وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّون} او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو). [الصافات سورت: 164-166 آیتونه].
د مقام له اړخه تر ټولو سترې ملاېکې جبرائیل، میکائیل او اسرافیل دي؛ لدې امله رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د الله تعالی په ربوبیت (د دغه دریو ملایکو) هغه ته نزدیکت لټولای ، له ابو سلمه بن عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دى، وایې: ما له عائشې أم المؤمنین -رضي الله عنها- څخه پوښتنه وکړه؟ چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - به چې کله د شپې لمانځه ته پاڅېده نو د لمانځه پرانسته به یې په څه سره کوله؟ هغې وفرمایل: کله به چې د شپې لمانځه ته پاڅېده نو د لمانځه پرانسته به یې - پدې الفاظو - سره کوله: «اللهُمَّ رَبَّ جَبْرَائِيلَ، وَمِيكَائِيلَ، وَإِسْرَافِيلَ، فَاطِرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ، عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ، أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ، اهْدِنِي لِمَا اخْتُلِفَ فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِكَ؛ إِنَّكَ تَهْدِي مَنْ تَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ». «ای د جبرائیل، میکائیل او اسرافیل ربه، له مخکینۍ بیلګې پرته د آسمانونو او ځمکې پیدا کوونکیه! په پټو او ښکاره و پوه ذاته، ته د خپلو بنده ګانو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوې چې هغوی پکې یو له بل سره مخالفت کړی دی، ماته په هغه څه کې لارښونونه وکړه چې د حق په اړه پکې ستا په اجازې سره مخالفت کیږي، یقینا ته یې! چا لره چې وغواړې نیغې لارې ته یې لارښوونه کوې». مسلم (770)، ابو داود (767)، نسائی (1625) او ابن ماجه (1357) روایت کړی دی.
په دوی کې تر ټولو ډیرې عزتمنې د عرش پورته کوونکي دي او همدارنګه هغه ملاېکې چې د بدر په غزا کې یې ګډون کړی دی. وعن معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي عن أبيه رضي الله عنه -وكان أبوه من أهل بدر- قال: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «مَا تَعُدُّونَ أَهْلَ بَدْرٍ فِيكُمْ، قَالَ: مِنْ أَفْضَلِ المسلِمِينَ - أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا - قَالَ: وَكَذَلِكَ مَنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ المَلَائِكَةِ». له معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي -رضی الله عنه- څخه روایت دی -د هغه پلار له بدریانو څخه و- هغه ویلي چې : جبرائیل -علیه السلام- رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: تاسو په خپلو کې د بدر خلک څنګه ګڼئ، هغه وفرمایل: له غوره مسلمانانو څخه -دا او یا دې ته ورته خبره یې ورته وکړه- هغه وفرمایل: او همدا حال د هغه پرښتو دی چې د بدر په جنګ کې یې حاضرې وې». بخاري (3992) روایت کړی دی.
او په هر اسمان کې دومره پرښتې دي چې شمېر یې له الله پرته بل څوک نشي کولای، او دا پرښتې هره یوه ځانته معلوم ځای لري او په دوی کې مقربې دي؛ لدې امله رسول - الله صلى الله عليه وسلم - د مؤمن له مرګ څخه وروسته د روح د پورته کېدو او اسمان ته ختلو په اړه فرمایلي: «فَيَصْعَدُونَ بِهَا، فَلَا يَمُرُّونَ -يَعْنِي بِهَا- عَلَى مَلَإٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ، إِلَّا قَالُوا: مَا هَذَا الرُّوحُ الطَّيِّبُ؟ فَيَقُولُونَ: فُلَانُ ابْنُ فُلَانٍ، بِأَحْسَنِ أَسْمَائِهِ الَّتِي كَانُوا يُسَمُّونَهُ بِهَا فِي الدُّنْيَا، حَتَّى يَنْتَهُوا بِهَا إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَسْتَفْتِحُونَ لَهُ، فَيُفْتَحُ لَهُمْ، فَيُشَيِّعُهُ مِنْ كُلِّ سَمَاءٍ مُقَرَّبُوهَا إِلَى السَّمَاءِ الَّتِي تَلِيهَا». «نو پورته یې کړي، په پورتنیو مخلوقاتو کې، له ملاېکو څخه په هیچا نه تیریږي مګر دا چې هغوی وایي: دا څومره پاکیزه روح دی؟ نو دوی ورته وایي: فلانی د فلانی زوی دی، په هغه ښایسته نوم سره یې یاد کړي چې په دنیا کې به ورته اخیستل کیده، تر دې چې د دنیا آسمان ته یې ورسوي، نو د دروازې د خلاصيدلو غوښتنه وکړي، نو دروازه ورته خلاصه شي، نو په هر آسمان کې یې نږدې مخلوق تر بل آسمان پورې بدرګه کړي». ابو داود (3212)، نسائي (2001)، ابن ماجه (1548)، ابوداود الطیالسی (789)، عبد الرزاق (6324، 6737) او احمد (18534) روایت کړی او لفظ د همده دی.
(كتاب الإيمان بالكتب) په کتابونو ایمان لرل
د کتاب لنډیز
او مونږ په کتابونو ایمان لرو، چې هغه د الله -تعالی- نازل کړی شوي کتابونه دي د هغه په رسولانو او انبیاوو علیهم السلام، هغه چې مونږ یې لدې څخه پېژنو لکه: د ابراهیم صحیفې، د موسی صحیفې، تورات، زبور، انجیل، او قرآن او مونږ لدې څخه په هغه څه ایمان لرو چې مونږ پرې پوهیږو او پر هغه څه چې مونږ پرې نه پوهیږو.
او مونږ ایمان لرو چې دا ټول کتابونه د الله تعالی وینا او وحیې ده، او تورات الله تعالی په خپل لاس لیکلی. او دا کتابونه یې په خپلو رسولانو علیهم السلام نازل کړی دي؛ جبرائیل أمین پرې نازل کړي دي، دې کتابونو په خپل ځان کې الهي قوانین، خبرونه، نصحیتونه، اوامر او نواهي رانغاړلي دي، او هر کتاب په خپل وخت کې هغه وحیې وه چې عمل کول پرې واجب و، او پر مټ یې پریکړه کول د هغه امت لپاره چې پرې نازل شوی دی.
او مونږ ایمان لرو چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي، تورات الله تعالی په خپل لاس سره لیکلی.
او مونږ په یقین سره پوهیږو چې په کتابونو ایمان راوړل د ایمان له رکنونو څخه دریم رکن دی، نو مونږ په ټولو ایمان راوړو او مونږ د هغه چا په څیر نه یو چې په ځینو یې ایمان راوړی او په ځینو یې کافران شوي دي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې هغه کتابونه چې له قرآن څخه مخکې نازل شوي دي الله تعالی یې د ساتلو تضمین ندی کړی؛ بلکې له هغو څخه ساتنه یې همغه قوم ته ورترغاړې کړې وه چې پرې نازل شوي وو؛ لدې امله پکې تحریف وشو، او دغه الهي کتابونه د ورکیدو او هیریدو د سرنوشت سره مخ شول؛ تور لګوونکو ولیکل او د هغې نسبت یې الله تعالی ته په دروغو او تهمت سره وکړ، نو هغوی به لیکل او په خپلو ژبو به یې لوستل تر څو پرې خلک تېرباسي؛او د الله - تعالی - لخوا یې وګڼي.
او مونږ ایمان لرو چې قرآن کریم تر ټولو آسماني کتابونو لوی، بشپړ او زیات عزتمن دی او دا یې ورستی دی؛ جبرائیل -علیه السلام- زمونږ د رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- په زړه په واضحه عربي ژبه نازل کړی دی، او الله -تعالی- ورته تر ټولو عزتمنده ژبه وټاکله؛ ځکه چې د عربو ژبه تر ټولو زیاته کره، واضحه او پراخه ده، او تر ټولو ژر اصلي معناګانو ته رسوونکي ده؛ لدې امله یې تر ټولو عزتمن کتاب په تر ټولو عزتمندې ژبې، په تر ټولو عزتمند پيغمبر، د تر ټولو عزتمندې ملاېکې په واسطه، په تر ټولو عزتمندې ځمکې کې نازل کړ او نازلیدل یې هم په تر ټولو عزتمندې میاشت کې چې د روژې میاشت ده پيل شول، نو له ټولو اړخونو بشپړ شو او لومړی هغه څه چې ترې نازل شول د الله -تعالی- دا وینا ده: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق} (ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات). [العلق سورت: 1 آیت]، او له هغه څخه وروستي څه چې نازل شوي دي د الله -تعالی- دا وینا ده: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]، په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د نبوت د کلونو په بهیر کې لږ لږ( د واقعاتو او احداثو مطابق) نازل شو، لدې څخه؛ مکي او مدني دي، د سورتونو شمېر یې یو سل او څوارلس دی، تر ټولو لوی سورتونه یې -د معنا په لحاظ- الفاتحة او الاخلاص سورتونه دي، د اخلاص سورت د قرآن له یو پر دریمې سره برابر دی، او تر ټولو ستر آیت یې آیت الکرسي دی.
او الله تعالی د دغه ستر کتاب ستاينه وکړه او د مؤمنانو لپاره يې رڼا، هدایت، رحمت، پند او د زړونو او بدنونو د ناروغيو لپاره يې شفا وګرځاوه.
او مونږ ایمان لرو چې دا ستر کتاب؛ همدغه د آسماني کتابونو تر ټولو بشپړ او هر اړخیز کتاب دی، چې دلیلونه او شواهد لري، هغه مثالونه وړاندې کوي چې د قیامت تر ورځې پرې پر بنده ګانو حجت قائمیږي، او ټول هغه څه یې په ځان کې رانغاړلي دي چې په مخکنیو آسماني کتابونو کې وو او له هغو څخه زیات هم، او ټول هغه څه لري چې بشریت ورته اړتیا لري د ایمان له اصولو، قوانینو شواهدو، پندونو، نصیحتونو او خبرونو څخه، او په فصاحت او وضاحت کې تر ټولو وروستي حد ته رسیدلی، او پدې خبره تر ټولو ستر دلیل چې دا قرآن د رب العالمین وینا ده دا دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- نالوستی و، نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل او تر ټولو ستر، بشپړ، فصیح او واضح کتاب پرې نازل شو.
موږ باور لرو چې قرآن کریم په خپل لفظ او معنی کې یوه حیرانونکي معجزه ده او الله -تعالی- ټول پیریان او انسانان ننګولې دي چې دېته ورته ټول قرآن یا لس سورتونه او یا د دې د یو سورت په څېر یو سورت جوړ کړي.
او مونږ ایمان لرو چې دا قرآن د الله -تعالی- نازل کړی شوی کلام دی او مخلوق ندی، او دا په سینو کې ساتل شوی، په مصحفونو کې لیکل شوی، په محرابونو او جوماتونو کې تلاوت کیږي او دا -کارونه- یې لدې څخه نه باسي چې دا دې د الله کلام وي. او د الله کلام د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی او هر هغه څه چې د الله -تعالی- له صفتونو څخه وي هغه مخلوق ندی؛ ځکه که چېرته مخلوق وای نو هغه څه به ورته پیښ شوي وای لکه نورو تازه پيدا شوو مخلوقاتو ته چې له فنا، له منځه تللو، زوال او بدلون څخه پيښیږي.
او موږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د دې قرآن د ساتلو تضمین کړی دی، او دا کار یې مخلوق ته ندی ورترغاړې کړی او دا یې خورا محکم ( چې دلالت یې واضح وي )ګرځولی لکه څرنګه یې چې متشابه ( چې یو ایت د بل تائد کوي ، معارضه پکې نه وي) ګرځولی او دا یې ښکاره کړې چې بې لارې خلک یې د متشابه ( چې د صواب او غیر صواب دواړو معانیو احتمال لري ، نو اهل زیغ یې هغه غیر صواب معنی لټوي) پیروي کوي او مؤمنان پرې په ټولو باور لري؛ محکم او متشابه (دواړو).
او الله -تعالی- هغه په ټولو پخوانیو کتابونو حاکم او مسلط ګرځولی او دا کتاب مونږ ته د پخوانیو امتونو کیسې بیانوي او د اهل کتابو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوي چې هغوی پکې اختلاف درلود.
او مونږ ایمان لرو چې دا لوی قرآن همدا د رب العالمین کلام دی چې د روح الأمین په واسطه نازل شوی او دا هغه څه دي چې د مسلمانانو له دین څخه د اړتیا له مخې پیژندل شوي دي، او ټول مسلمانان؛ عالمان دي که عامیان یې په اړه په یوه خوله دي، او هیڅ یو په دوی کې مخالفت ندی کړی او الله -تعالی- د دې قرآن لپاره ګواهي ورکړې ده چې د هغه له لورې دی، او ملاېکو هم ګواهي ورکړې چې د حکیم او ستایل شوي ذات له لورې دی او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د زمانې اهل کتابو هم دا ګواهي ورکړې ده او الله -تعالی- لدې ګواهۍ څخه په خپل محکم نازل شوي -کتاب- کې یادونه کړې ده او د پیریانو حاضر شوي کس ګواهي ورکړې ده چې دا قرآن د الله -تعالی- لخوا نازل شوی او دا د هغه څه سره موافق دی چې موسی -علیه السلام- پرې راتګ کړی و او د قریشو کافرانو ګواهي ورکړې چې دا قرآن د بشر له وینا څخه ندی، او یقینا چې دا د بشر د وینا څخه جلا دی.
او مونږ ایمان لرو چې هغه څه چې په قرآن کې د الهي علومو، شرعي حکمونو او آدابو څخه دي هغه ټول -د انسان- په فطرت کې ځای پر ځای شوي دي، د هغه څه سره اړخ لګوي چې أنبیاوو -علیهم السلام- پرې راتګ کړی دی او ټول هغه بنسټونه چې قرآن کریم کې پرې ټینګار راغلی دی هغه څه دي چې رسولانو -علیهم السلام- ورته بلنه کوله او ټینګار یې پرې کاوه.
او قرآن کریم له هغه څه سره موافق دی چې الله تعالی یې له مخلوقاتو څخه غواړي او له هغه څه سره چې مخلوقات یې له خالق څخه غواړي؛ دا ځکه چې الله خالق دی، په هغه څه پوه دی چې بنده ګان ورته اړتیا لري او په هغه څه پوه دی چې د هغوی دیني، ځاني، مالي او کورنۍ چاري سموي، او په هیڅ شي یې امر ندی کړی مګر دا چې په هغه کې به لوړ مصلحت وي، او نه یې له کوم شي څخه منع کول کړي دي مګر دا چې په منع کولو کې به یې تر وروستي حده له احتیاط او ملاتړ څخه کار اخیستل شوی وي.
او قرآن له هغه څه سره موافق دی چې عقلونه یې غواړي، لدې امله کله چې الله -تعالی- په "سورة الانعام" کې د ممنوعاتو بنسټونو ته اشاره وکړه، نو پدې وینا سره یې خبره پای ته ورسوله چې: {لَعَلَّكُم تَعْقِلُونَ}.د دې د پاره چې تاسو له عقل څخه کار واخلئ.
او هغه دلیلونه چې قرآن کریم پرې راتګ کړی، هغه دي چې په وضاحت، فصاحت، ځواکمنۍ، نږدې والي او آسانتیا کې وروستي حد ته رسیدلي چې هر څوک پرې پوهیږي او هیڅوک نه شي کولای چې مات یې کړي او یا یې رد کړي، او دا -ځانګړتیا- له انسانانو څخه د هیچا په وینا کې نده پيژندل شوې او دلیلونه یې هیڅ امکان نه لري چې په باطل دلالت وکړي.
او لوی قرآن؛ همدغه د رب العالمین وینا ده، سره لدې د هر چا لپاره د لاسرسي وړ دی، او هیڅ بشر داسې ندی پیژندل شوی چې لیکنه یې ټولو ته آسانه وي او هر څوک دې پرې مخاطب وګرځول شي، نو دا ځانګړتیاوې لدې کتاب پرته بل کتاب ته ندي ورکول شوي.
او لوی قرآن له بدلون او اختلاف څخه خوندي دی، او الله تعالی ورته د قيامت تر ورځې پورې بقا او تلپاتې کېدل لیکلي، او دا بقاء او تلپاتې والی او نه بدلیدل پدې دلالت کوي چې د حکمت والا ستایل شوي ذات له لوري نازل شوی دی، او سره له تلپاتې کیدو، ابدي کیدو، ساتلو او د علمونو، فنونو، او کشفیاتو د نوښت سره مو هیڅ علم و نه موند چې د هغه څه مخالفت وکړي چې قرآن پرې راتګ کړی دی، بلکه علوم د قرآن سره موافقت لري په هغه څه کې چې په قرآن کې یې یادونه شوې ده، لکه د آسمانونو پیدایښت، د انسان پیدایښت او داسې نور.
او قرآن تر ټولو برابرې -لارې- ته لارښوونه کوي، نو دا هرې ښېګڼې ته شامل دی، دا له خالق او مخلوقاتو څخه خبر ته شاملیږي، او دنیا او آخرت، پيریان او انسانان، اوامر، نواهي، آدبونه، واجبات، جنت او دوزخ ، نو ایمان، عمل او بدلې ته شامل دی.
او قرآن کریم د ناروغیو لپاره شفا ده، او د بشر په وینا کې هیڅ داسې وینا نده پیژندل شوې چې په هغه کې د زړونو او بدنونو د ناروغیو درملنه پرته وي، لکه څرنګه چې پدې لوی قرآن کې راغلي دي؛ هغه قرآن چې د رب العالمین کلام دی.
او قرآن مونږ ته د تيرو قومونو خبرونه بيانوي لکه څنګه چې واقع شوي دي، حال دا چې د مکې په خلکو کې د دوی خبرونه نه وو خپاره شوي، نو الله تعالی مونږ ته حکایت کړل لکه څرنګه چې وو، نو دا د دې ثبوت دی چې دا -قرآن- د حکیم او ستایل شوي ذات لخوا وحې ده.
او لوی قرآن چې وضاحت، فصاحت، غیبي خبرونه او الهي قوانین له ځان سره لري، داسې یو پیغمبر راوړی دی چې نالوستی و، نه یې لیکل کولی شول او نه لوستل، نو دا د دې ثبوت دی چې دا قرآن د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی او د قرآن کریم یو سورت په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې نازل شوی دی، لدې سره بیا هم یو سورت داسې لوستل کیږي لکه په یو ځل چې نازل شوی وي، او دا معمول دی چې انسانان د پوهې له اړخه یو له بل سره توپیر لري او طریقې یو له بل سره جلا وي کله چې دوی په مختلفو وختونو کې کتابونه تالیفوي.
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته الله -تعالی- سنت ( حدیث ) ورکړي لکه څرنګه یې چې قرآن ورکړی: او څوک چې په قرآن او سنت کې وګوري پوه به شي چې د دواړو تر منځه دومره توپیر دی چې نه پټیږي.
او دا چې قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته شامل دی، هغه څه چې باید وشي، یا هغه څه چې کول یې واجب دي.
(بــاب وجوب الإيمــان بالكـتب) باب دی په دې اړه چې په کتابونو ایمان واجب دی
او مونږ په کتابونو ایمان لرو، او دا د الله هغه کتابونه دي چې په خپلو رسولانو او نبیانو علیهم السلام یې نازل کړي دي.
هغه چې مونږ یې ترې پيژنو: د ابراهیم - علیه السلام -صحیفې، او د موسی علیه السلام - صحیفې، او تورات، او زبور، او انجیل او قرآن.
او مونږ ایمان لرو په هغه چې پیژنو یې او په هغه چې نه یې پیژنو.
او مونږ ایمان لرو چې دا ټول کتابونه د الله تعالی وینا او وحیې ده، چې په خپلو رسولانو علیهم السلام یې نازل کړي دي؛ جبرائیل أمین پرې نازل کړي دي، دې کتابونو په خپل ځان کې الهي قوانین، خبرونه، نصحیتونه، اوامر او نواهي رانغښتي دي، او هر کتاب په خپل وخت کې هغه وحیې وه چې عمل کول او پر - قوانینو - یې پریکړه واجب وه.
او مونږ ایمان لرو چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي، تورات الله تعالی په خپل لاس سره لیکلی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلاً لِّكُلِّ شَيْءٍ} (او مونږ د هغه لپاره په تختو كې د هر شي باره كې نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه) [الأعراف سورت: 145 آیت]، او هغه -صلی الله علیه وسلم- د ادم علیه السلام په اړه خبر ورکړ چې موسی -علیه السلام- ته یې وویل: «يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ»، «ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی». بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی. او الله -تعالی- د تورات په اړه فرمایلي دي: {إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ} (بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، (د یهودیانو لپاره) فیصلې كولې). [المائدة سورت: 44 آیت]. حق ذات د انجیل په اړه فرمایلي: {وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِين} (او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و). [المائدة سورت: 46 آیت].
او په کتابونو ایمان؛ په الله -تعالی- د ایمان له رکنونو څخه دریم رکن دی، الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو).او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [البقرة سورت: 285 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خلکو ته راښکاره شوی و، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ»، "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، د هغه په رسولانو ایمان ولرې او دا چې ته په وروستي ځل راپاڅېدو باور ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64).) روایت کړی دی. او دا چې د هغه چا په څېر نه شو چې په ځینو یې ایمان راوړ، او په ځینو یې کفر وکړ، لکه څرنګه چې الله -تعالی- په خپلې دې وینا سره له هغوی څخه خبر ورکړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلا} (یقینا ھغه کسان چی کفر کوي په الله تعالی او د ھغه په رسولانو باندې او دوی غواړي چی جدايی راولی د الله تعالی او د ھغه د رسولانو په مینځ کې ( په ایمان راوړلو کې ) او دوی وايې مونږ ایمان لرو په ځینو باندې او انکار کوو له ځینو نورو څخه او دوی غواړی چی جوړه کړي د دې په مینځ کی بله لار). [النساء سورت: 150 آیت]، یا د هغو کسانو په څیر چې د هغه کتابونو څخه انکار کوي چې الله -تعالی- په خپلو رسولانو نازل کړي دي، حق ذات د هغوی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا فَسَوْفَ يَعْلَمُون} (هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي). [غافر سورت: 70 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې ټول هغه کتابونه چې له قرآن څخه مخکي دي، الله -تعالی- یې د ساتلو ضمانت نه و کړی؛ بلکې د هغې ساتنه يې هغو خلکو ته سپارلې وه چې الله تعالی پرې نازل کړي وو، څښتن -تعالی- فرمايي: {إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء} (بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الله والا خلکو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو). [المائدة سورت: 44 آیت]؛ لدې امله تحریف ور داخل شو، الله - تعالی - فرمایلي: {فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ} (نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ پر دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و؛ د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله). [المائدة سورت: 13 آیت].
او دغه الهي کتابونه د ورکیدو او هیریدو له سرنوشت سره مخ شول؛ تور لګوونکو ولیکل او د هغې نسبت یې الله تعالی ته په دروغو او تهمت سره وکړ، حق ذات فرمایلي دي: {فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُون} (نو د هغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب ليكي، بيا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قيمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو ليكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي). [البقرة سورت: 79 آیت]، دوی یې په خپلو ژبو تلاوت کوي ترڅو مخلوق ته دوکه ورکړي؛ او د الله -تعالی- له لورې یې وګڼي، الله -تعالی- له هغوی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُون} (او یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګومان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي). [آل عمران سورت: 78 آیت].
(بــاب الإيمان بالقرآن العظيم) باب دی په قرآن عظیم د ایمان په اړه
او مونږ ایمان لرو چې قرآن کریم تر ټولو آسماني کتابونو لوی، بشپړ او زیات عزتمن دی او دا یې ورستی یو دی؛ جبرائیل -علیه السلام- زمونږ د رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- په زړه نازل کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِين، (او یقینا دا قرآن نازل کړی شوی (کتاب دی) د رب العالمین. نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين * دا جبریل امین راکوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين} ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې). [الشعراء سورت: 192-194 آیتونه]، او الله د ده لپاره عزتمنده ژبه غوره کړه، نو هغه یې په روښانه عربي ژبه نازل کړ، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُون}. (بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ). [يوسف سورت: 2 آیت]. ابن قتیة فرمایلي: "د قرآن فضیلت یوازې هغه چا ته معلوم وي چې نظر یې زیات (پراخه) وي، پوهه یې پراخه وي، د عربو په مذهبونو پوهیږي او د دوی له طریقو سره بلدتیا ولري، او هغه څه چې الله -تعالی- پرې د دوی ژبې ته ځانګړتیا ورکړې ده پرته له ټولو ژبو څخه؛ یقینا په ټولو امتونو کې داسې امت نشته چې داسې یوه پراخ او واضح د ساحې پراخوالی ورکړل شوی وي لکه عربو ته چې په ځانګړې توګه د الله تعالی لخوا ورکړل شوی دی، د هغه نښانو له امله چې په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کې یې پيدا کړې وې او غوښتل یې چې په کتاب سره د هغه د نبوت ثبوت ثابت کړي، نو دا یې د هغه علم وګرځاوه، لکه څرنګه یې چې هر نبي ته د هغه په عصر کې د ورته شیانو په اړه پوهه ورکړې وه. نو دا یې هم د هغه علم وګرځاوه، ځکه د رسولانو له ډلې څخه د هر پیغمبر لپاره یو ځانګړی علم د هغه وخت د مسالو په اړه ورکول کېده په کوم وخت کې به چې هغه ورته لیږل کېده. تأويل مشكل القرآن ( 17: مخ).
او لومړی هغه څه چې الله -تعالی- لدې قرآن څخه نازل کړي دي د الله تعالی دا وینا ده: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق} [ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)] [العلق سورت: 1 آیت]، له ام المؤمنین عائشة -رضي الله عنها- څخه روایت دی چې هغې فرمایلي دي: لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته پرې د وحیې پیل شو: تر دې چې حق ورته راغی پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملاېکه ورته راغله، او ویې وییل: «اقْرَأْ، قَالَ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، قَالَ: فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ : «ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ماورته وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره یې فشار راکړ، بیا یې خوشې کړم، نو راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * [ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات). خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق* ده انسان له پرنډ (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى]. [العلق سورت: 1-3 آیتونه]، فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَرْجُفُ فُؤَادُهُ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره په لړزانده زړه بیرته راستون شو. (بخاري (3)، مسلم (160) او ترمذي (3632) روایت کړی دی. او د هغه څه په پای کې چې له دې (قرآن) څخه نازل شوي دي: د الله - تعالی - دا وینا ده: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه غوره كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]».
په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د نبوت د کلونو په بهیر کې قران لږ لږ د ضرورت موافق نازل شو، لدې څخه؛ مکي او مدني دي، د سورتونو شمېر یې یو سل او څوارلس دی، تر ټولو لوی سورت یې -د معنا په لحاظ- الفاتحة سورت دی . فعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: بَيْنَمَا جِبْرِيلُ قَاعِدٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم سَمِعَ نَقِيضًا مِنْ فَوْقِهِ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ، فَقَالَ: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ، فَقَالَ: هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَسَلَّمَ، وَقَالَ: أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ». له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی وایې: پداسې حال کې چې جبریل -علیه السلام- د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره ناست و چې له پاسه یې غږ واوریده نو سر یې پورته کړ، ویې وییل: «دا له آسمان څخه یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، هیڅکله نه وه خلاصه شوې مګر نن ورځ، یوه پريښته ترې راښکته شوه، نو ویې وییل: دا ملاېکه ځمکې ته راښکته شوه چې هیڅکله نه وه راښکته شوې مګر نن ورځ، نوسلام یې واچاوه او ویې وییل: زیری واخله په دوو رڼاګانو باندې چې تاته درکړای شوې او ستا څخه وړاندې هیڅ نبي ته ندي ورکړل شوي: فاتحة الکتاب، او د البقرې سورت د پای -آیتونه- هیڅ یو توری به لدې دواړو څخه نه لولې مګر دا چې درکول کیږې به». (مسلم (806)، او نسائي (912). روایت کړی دی. او د الاخلاص سورت د قرآن کریم د یو پر درېمې برخې سره برابر دی. فعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: خَرَجَ إِلَيْنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «أَقْرَأُ عَلَيْكُمْ ثُلُثَ الْقُرْآنِ»، فَقَرَأَ: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد * اللَّهُ الصَّمَد} حَتَّى خَتَمَهَا. له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله -صلی الله علیه وسل - مونږ ته راووت نو ویې فرمایل: «زه پر تاسو د قرآن یو پر دریمه لولم» نو قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد * اللَّهُ الصَّمَد} یې تر پایه ولوست. مسلم (812) روایت کړی دی.
او تر ټول ستر آیت یې آیة الکرسي دی. فعن أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْم أَبَا الْمُنْذِرِ». له أُبی بن کعب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « ای أبو المنذره، آیا ته پوهیږې چې تاسره د الله له کتاب څخه کوم آیت تر ټولو لوی دی؟» هغه وایې ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي. ویې وییل: «ای أبو المنذره آیا ته پوهیږې چې تاسره د الله له کتاب څخه کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ » هغه وایې ماوویل: {اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255] وایې: په سینه کې یې ووهلم، او ویې وییل: « قسم په الله چې علم دې مبارک شه أبو المنذره». مسلم (810) او ابوداود (1460) روایت کړی دی.
او الله تعالی د دې کتاب په نازلولو سره د خپل ځان ستاینه کړې ده، سپېڅلي ذات فرمایلي دي: {الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا} (ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى). [الكهف سورت: 1 آیت]. همدا رنګه الله تعالی د دې ستر کتاب ستاینه هم کړې ده، حق او واکمن ذات فرمایلي دي: ﴿لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾. (كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلکو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي). [الحشر سورت: 21 آیت]، او همدارنګه هغه سپیڅلي ذات فرمایلي: {وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى} (او كه بېشكه (دا) قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستل شي (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي). [الرعد سورت: 31 آیت]، او دا یې د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي: {هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمِ يُوقِنُون} (دا (قرآن) د خلکو لپاره ښكاره د پوهې دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي). [الجاثية سورت: 20 آیت]، او پند او د زړونو او بدنونو د ناروغیو لپاره شفا دی، حق تعالی فرمایلي دي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: 57 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: ﴿وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا ﴾ (او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان - دهغوی د خباثت د وجه ورنه قران خو هدی للناس دی -). [الإسراء سورت: 82 آيت].
او مونږ ایمان لرو چې دا ستر کتاب؛ همدغه د آسماني کتابونو تر ټولو بشپړ او هر اړخیز کتاب دی، چې دلیلونه او شواهد لري، هغه مثالونه وړاندې کوي چې د قیامت تر ورځې پرې پر بنده ګانو حجت قائمیږي ، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا} (اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده). [النساء سورت : 174 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَلاَ يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلاَّ جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا} (او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر). [الفرقان سورت: 33 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلاَّ كُفُورًا} (او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر نوعه بیان وکړ نو نه کوي ډیر خلک بل کار په غیر د ناشکرۍ ځځه). [الإسراء سورت: 89 آیت] او الله پاک فرمایلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} (او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى). [الإسراء سورت: 41 آیت]، ابن جریر فرمایلي: «د پورته شان ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا} یقینا مونږ بیان کړي دي، دې مشرکانو ته چې په الله تعالی دروغ تړي {فِي هَـذَا الْقُرْآنِ} پدې قرآن کې؛ پندونه، نښانې او دلیلونه او دوی ته مو مثالونه وړاندې کړي دي او دوی مو پکې ویرولي دي او تهدید کړي مو دي {لِيَذَّكَّرُواْ} د دې لپاره چې پند واخلي، فرمایي: تر څو هغه دلیلونه رایاد کړي، او هغه غلطۍ درک کړي چې دوی پرې ولاړ دي او له پیښو عبرت واخلي، نو نورو ته پرې نصحیت وکړي او له خپلې ناپوهۍ څخه راوګرځي، نو نه خو دوی ترې پند اخلي، او نه هغه آیتونه او تهدیدونه چې ورته راځي په یاد راولي». تفسير الطبري (17/453).
او دې قرآن ټول هغه څه په ځان کې رانغاړلي دي چې په پخوانیو آسماني کتابونو کې دي، او پر هغې یې ور اړولې هم ده، الله تعالی فرمایلي: {وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغه كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته،او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى). [الأنعام سورت: 115 آیت]، او دا هر هغه څه ته شامل دی چې خلک د ایمان له بنسټونو، قوانینو، دلیلونو، حکمتونو، نصیحتونو او خبرونو څخه ورته اړتیا لري. ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾ (بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده). [الإسراء سورت: 9 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ} [(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره]. [يوسف سورت: 3 آیت]، او دا - کتاب - د فصاحت او وضاحت په وروستي حد کې دی، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى ( یو د بل تائد کوونکی دی تعارض او ټکر پکې نشته )، مكرر دى مضامین یې بار بار تکراریږي). [الزمر سورت: 23 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «بُعِثْتُ بِجَوَامِعِ الكَلِمِ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ». «زه په جوامع الکلم (لنډ عبارت او پراخه معنی) سره لیږل شوی یم، او په ویرې سره مې ملاتړ شوی دی (یعنې ویره مې په خلکو کې مخکې له مخکې خپریږي)» . بخاري (2977)، مسلم (523)، ترمذي (1553) او النسائي (3087) روايت کړی دی.
او -پدې خبره- تر ټولو له سترو دلیلونو څخه چې دا قرآن د رب العالمین کلام دی دا دی: چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- یو نالوستی و، نه یې لوستل کول او نه لیکل، پداسې حال کې چې تر ټولو ستر، او د فصاحت او وضاحت له اړخه بشپړ کتاب پرې نازل شوی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لاَّرْتَابَ الْمُبْطِلُون} (او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه). [العنكبوت سورت: 48 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت].
او مونږ باور لرو چې قرآن کریم په خپل لفظ او معنی کې یوه حیرانونکي معجزه ده او الله -تعالی- ټول پیریان او انسانان ننګولې دي چې دې ته ورته ټول قرآن یا لس سورتونه او یا د دې د یو سورت په څېر یو سورت جوړ کړي، نو د برکت والا دی الله تعالی چې د عالمیانو رب دی، حق ذات فرمایلي دي: (قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا) (ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي). [الإسراء سورت: 88 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّـهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} (آیا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړی دی، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ). [هود سورت: 13 آیت]. الله تعالی فرمایلي: {وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِين} [(او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې يئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې يو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه پرته خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني يئ]. [البقرة سورت: 23 آیت].
او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د دې قرآن د ساتلو تضمین کړی دی، او دا کار یې مخلوق ته ندی ورترغاړې کړی، الله -تعالی- فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت: ایت 9]. او الله تعالی فرماېلي دي: {لاَ يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيد} (باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى). [فصلت سورت: 42 آیت]، او هغه یې ټول محکم ګرځولی دی د عمومي محکمیت له مخې، لوی څښتن تعالی فرمايلي: {الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِير} (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم (۱)كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات لخوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي). [هود سورت: 1 آیت]، همدا رنګه یې ټول متشابه ګرځولی، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، (مکرر دي مضامین د دې او یو د بل تایئد کوي معارضه يکې نشته او فصاحت او بلاغت کې سره ورته وي. [الزمر سورت: 23 آیت]، او لدې څخه یې محکم او متشابه ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ(۱) ۗ وَالرَّاسِخُونَ (۱)فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} (الله هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په دې كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه) زمونږ د رب له جانبه دي او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). [آل عمران سورت: 7 آیت]، او دا یې واضحه کړه چې هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی دی د دې قرآن څخه د متشابه پسې ګرځي، او مؤمنان په ټول -قرآن- ایمان لري؛ محکم او متشابه یې.
او الله -تعالی- قران په ټولو پخوانو کتابونو حاکم او ساتونکی ګرځولی، متعال ذات فرمایلي دي: {وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا (۱)لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ} (او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى). [المائدة سورت: 48 آیت]. او حق ذات ښکاره کړه چې دا کتاب مونږ ته دپخوانیو امتونو کیسې بیانوي، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې راغلي دي: {ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُون} (دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه). [يوسف سورت: 102 آیت]، او د دې په څېر ډیر دي، او قرآن د اهل کتابو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوي چې هغوی پکې یو له بل سره مخالفت لري، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُون} ب (ېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي). [النمل سورت: 76 آیت].
او عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - په خپل منبر باندې وویل: بېشکه دا قران کریم د الله عزوجل خبرې دي، نو تاسو یې په خپل ځای پرېږدئ، او په دې کې د خپلو خواهشاتو تابعداري مه کوئ. احمد په الزھد (191) كې، الدارمي (3398)، عبدالله بن احمد په السنة(117) كې، الآجري په شريعت كې (155) روايت كړى دى، او ابن بطة په الابانة کې روايت كړى دى (۲۳).
او همدا رنګه عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمایلي دي: "قرآن د الله -تعالی-کلام دی، نو په خپلو نظریاتو یې مه را اړوئ". الآجري په الشريعة (156) کې روایت کړی دی.
او له فروة بن نوفل الأشجعي څخه روایت دی وایې: «خباب بن الأرت -رضي الله عنه- زما ګاونډی و، نو یوه ورځ یې راته وویل: اي خوښ او نیکمرغه، څومره چې کولی شي الله تعالی ته نږدې شه، او پوه شه چې ته هغه ته په بل شي دومره نه شې نږدې کیدلی لکه څومره یې چې په کلام سره کیدلی شې». ابو عبيده په فضائل القرآن (٧٧ مخ) کې، ابن ابي شيبه (٣٠٧٢٢) کې، احمد په الزهد (١٩٢) کې، عثمان بن سعيد الدارمي په الرد علی الجهمیة کې(١٦٠) او عبدالله بن احمد په السنة (111) کې.
او مونږ ایمان لرو چې دا قرآن؛ همدغه د الله کلام دی، نازل کړی شوی دی او مخلوق ندی، او دا په سینو کې ساتل شوی، حق ذات فرمایلي: {بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ الظَّالِمُون} (بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان). [العنكبوت سورت: 49 آیت]، او برابره خبره ده که په مصحفونو کې لیکل شوی وي، او یا په محرابونو او جوماتونو کې لوستل شوی وي، نو دا یې د الله تعالی له کلام څخه نه وباسي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُور} (بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي). [فاطر سورت: 29 آیت]، او الله تعالى فرمایلي دي: {إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيم* (بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى. فِي كِتَابٍ مَّكْنُون * په پټ ساتل شوي كتاب كې دى. لاَّ يَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُون* چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك). تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِين} د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى). [الواقعة سورت: 77-80 آیتونه].
او لوی قرآن د الله -تعالی- کلام دی، او کلام د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی، او هغه څه چې د هغه له صفتونو څخه وي هغه مخلوق نه وي، ځکه که چېرته مخلوق وی نو هغه څه به ورته پیښ شوي وای لکه نورو تازه پيدا شوو مخلوقاتو ته چې له فنا، له منځه تللو، زوال او بدلون څخه پيښیږي، الله تعالی فرمایلي: {أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا} (ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و). [النساء سورت: 82 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُون} (او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (د هغه وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي). [التوبة سورت: 6 آیت].
او له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی وایې: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به حسن او حسین دمول او ویل به یې: «إِنَّ أَبَاكُمَا كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ، مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ». «ستاسو پلار به پرې اسماعیل او اسحاق دمول : أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ، مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ». (د الله په بشپړو کلمو سره سپارل کوم -چې ساتنه دې وکړي - له هر شیطان او هرې مضرې حشرې او حیوان څخه، او له هرې مضرې سترګې څخه). بخاري (3371) او ابوداود (4737) روایت کړی دی او ويلي يې دي: دا د دې خبرې ثبوت دی چې قرآن مخلوق ندی، او ترمذي (2060) او ابن ماجه (3525).
او اسماعیل بن ابی اویس -پدې خبره- د مدینې د خلکو اجماع روایت کړې ده چې قرآن مخلوق ندی، نو فرمایلي یې دي: « مالک او زمونږ د ښار علماوو به وییل: قرآن له الله څخه دی، او له الله څخه چې څه دي هیڅ شی یې مخلوق ندی، او د مالک بن أنس په وخت کې د مدینې پوهان: محمد بن عبد الرحمن بن أبی ذئب او عبد العزیز بن أبی سلمة الماجشون او أبوبکر به أبی سبرة او ابراهیم بن سعد الزهري او سعید بن عبد الرحمن الجمحي او حاتم بن اسماعیل او عبد الله بن عبد العزیز العمری الزاهد او أبو ضمرة أنس بن عیاض او محمد بن اسماعیل بن أبی فدیک وو». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (2/300).
او شعیب بن حرب ویلي دي: أبو عبد الله سفیان بن سعید الثوری ته مې وویل: «له سنت څخه راته یو حدیث بیان کړه چې الله تعالی راته پرې نفع راورسوي، کله چې د الله تعالی په حضور کې ودریږم او په اړه یې راڅخه پوښتنه وکړي او راته ووایي: دا دې له کوم ځای څخه اخیستی دی؟ زه ووایم چې: ای ربه دا حدیث راته سفیان الثوري بیان کړی دی، او له هغه څخه مې اخیستی دی، او زه پرې بیا خلاص شم، او ته پرې ونیول شې. نو هغه وویل: ای شعیبه، دا ټینګار دی، او کوم ټینګار! ولیکه: بسم الله الرحمن الرحیم: قران کریم د الله کلام دی؛ مخلوق ندی، له هغه څخه پیل شوی او هغه ته ورګرځي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (1/170).
او امام ابن جریر الطبري فرمایلي دي: «ابن عیینه مونږ ته حدیث بیان کړ ویې ویل: له عمرو بن دینار څخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: له اویا کلونو څخه مې خپل شیخان لاندې کړي دي چې ویل به یې: قرآن د الله کلام دی، له هغه څخه پیل شوی او هغه ته به ورګرځي». صريح السنة، د طبري ( 19 مخ).
او الحسن بن أیوب څخه روایت دی فرمایي: «ما له احمد بن حنبل څخه اوريدلي چې له فارابي څخه يې ويل چې: ما له ثوري نه اوريدلي -یعنې سفيان- څخه چې وییل یې: څوک چې ووايي چې: قرآن مخلوق دى، هغه زندیق دى». او له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روایت دی فرمایي: ما له خپل پلار څخه اوریدلي دي چې ویل یې: له ابراهیم بن سعد، سعید بن عبدالرحمن الجمحي او وهب بن جریر او أبو النضر هاشم بن القاسم او سلیمان بن حرب څخه راته رارسېدلي چې وییل یې: قرآن مخلوق ندی». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (2/277).
او د امامانو امام محمد بن خزیمة -رحمه الله- دې مسألی ته باب ایښی دی او فرمایلي یې دي: «باب من الأدلة التي تدل على أن القرآن كلام الله الخالق، وقوله غير مخلوق». «باب دی په باره د هغه دلیلونو کې چې پدې دلالت کوي چې قرآن د الله خالق ذات وینا ده او د هغه وینا مخلوق نده». التوحيد، د ابن خزيمة (1/404).
او أبو سعید الدارمي فرمایلي: «نو پدې حدیثونو کې د دې خبرې وضاحت دی چې قرآن مخلوق ندی؛ ځکه چې هیڅ یو مخلوق د بل سره په فضیلت کې دومره توپیر نلري لکه څومره چې الله په خپلو مخلوقاتو لري، ځکه چې د مخلوقاتو په مینځ کې فضیلت درک کیږي، او د الله فضل د هغه په مخلوقاتو باندې نه درک کیږي، او هیڅوک یې نشي شمېرلی، همدا رنګه یې د وینا غوره والی د مخلوق پر وینا، او که چيرته یې وینا مخلوق وه نو هیڅ کله به یې د وینا توپیر له نورو سره دومره نه وو لکه څومره چې د الله او د هغه د مخلوقاتو تر منځه دی، نه د لسمې برخې لسمه برخه د زرو برخو، او نه نږدې نږدې، نو په دې پوه شئ؛ د هغه په څیر هیڅ شی نشته، ځکه چې د هغه د وینا په څېر وینا نشته، او هیڅکله به د هغه په څیر رانه وړل شي». الرد على الجهمية، للدارمي ( 188: مخ).
او له أبو یوسف رحمه الله څخه روایت دی چې هغه فرمایلي دي: «او قرآن د الله کلام دی، د هغه وحیې او نازل شوی دی، پر همدې -باور- مې أبوحنیفه او نور امامان موندلي دي، او د هغوی په اند مخلوق نه و، او نه خالق». اعتقاد، د نيسابوري (135 مخ).
(بــاب القرآن الكريم تنزيل رب العالـمين) باب دی پدې باره کې چې قرآن کریم د رب العالمین لخوا نازل شوی دی
او مونږ ایمان لرو چې دا لوی قرآن؛ همدغه د رب العالمین وینا ده، روح الأمین رانازل کړی دی، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو له دین څخه د اړتیا له مخې پیژندل شوي، او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده، او له هغوی څخه پکې هیچا مخالفت ندی کړی او دا چاره -چې د رب العالمین لخوا څخه دی- ډیر شواهد پرې دلالت کوي چې شمېرل یې ناشوني دي، او نه احاطه کیږي، لدې څخه:
په دې قرآن باندې د الله شاهدي چې دا د الله تعالی لخوا دی، حق ذات فرمایلي -او د هغه وینا ریښتیا ده: {قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ } (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي). [الأنعام سورت: 19 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى). [النساء سورت: 166 آیت].
او لدې څخه د ملاېکو ګواهي چې دا قرآن د حکیم او ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی، الله تعالی فرمایلي دي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه). [النساء سورت: 166 آیت].
او لدې څخه دا: چې دا د هغه څه سره موافق دی چې پیغمبرانو -علیهم السلام- پرې راتګ کړی دی، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې دي: {وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا} (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره ښاېسته خبره وایه). [الإسراء سورت: 23 آیت]. د الله تعالی تر دې وینا پورې: {ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا} (دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شې، ملامت كړى شوى، رټل شوى). [الإسراء سورت: 39 آيت].
او الله تعالی فرمایلي: {نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيل} (هغه پر تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړي دي). [آل عمران سورت: 3 آیت]. نو دا ټول بنسټونه (اصول) چې ټینګار پرې راغلی هغه دي چې پيغمبرانو علیهم السلام ورته بلنه کړې ده او ټینګار یې پرې کړی دی.
او لدې څخه: د معاصرو اهل کتابو ګواهي چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- لپاره یې ورکړې ده، او الله -تعالی- لدې ګواهۍ څخه په خپل محکم نازل کړی شوي کتاب کې یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين} (ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي). [الأحقاف سورت: 10 آیت]. او په صحیحنو کې د ورقه بن نوفل کېسه ده، وروسته له هغه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ«نو ورقة بن نوفل ورته وویل: دا هغه رازدار دی (جبرائیل) چې الله تعالی پر موسی نازل کړی و». بخاري (3392)، او مسلم (160) روایت کړی دی.
او د جعفر -رضي الله عنه- په کیسه کې؛ کله چې نجاشي ورڅخه پوښتنه وکړه چې: آیا تاسره داسې څه شته چې رسول -صلی الله علیه وسلم- راوړي دي؟ نو هغه پرې ولوستل، بیا نجاشي وویل: « قسم په الله چې دا وینا او هغه وینا چې موسی -علیه السلام- راوړې ده -هغه رڼا ده چې- دواړه له یوې ډیوې څخه راوځي». اسحاق بن راهويه (١٨٣٥)، احمد (٢٢٤٩٨)، ابن خزيمه (٢٢٦٠)، طحاوي په شرح مشکل الآثار کې (٥٥٩٨)، ابو نعيم په الحليه کې (١/١١٥) او په دلائل النبوة (۱۹۴) کې.
او لدې څخه: د پیریانو ګواهي چې دا قرآن د الله -تعالی- لخوا نازل شوی او دا د هغه څه سره موافق دی چې موسی -علیه السلام- راوړي: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين * (او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم} دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي). [الأحقاف سورت: 29، 30 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: {قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا* (ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحې شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده. يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا} چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو). [الجن سورت: 1، 2 آیتونه].
او لدې څخه: په دې -خبره- د قریشو د کافرانو ګواهي ده چې دا قرآن د بشر له وینا څخه ندی، او یقینا چې دا د هغوی د وینا پر خلاف دی، له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دي: «أَنَّ الْوَلِيدَ بْنَ الْمُغِيرَةِ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَرَأَ عَلَيْهِ الْقُرْآنَ، فَكَأَنَّهُ رَقَّ لَهُ، فَبَلَغَ ذَلِكَ أَبَا جَهْلٍ، فَأَتَاهُ، فَقَالَ: يَا عَمُّ، إِنَّ قَوْمَكَ يَرَوْنَ أَنْ يَجْمَعُوا لَكَ مَالًا. قَالَ: لِم؟ قَالَ: لِيُعْطُوكَهُ فَإِنَّكَ أَتَيْتَ مُحَمَّدًا لِتُعْرِضَ لِمَا قِبَلَهُ، قَالَ: قَدْ عَلِمَتْ قُرَيْشٌ أَنِّي مِنْ أَكْثَرِهَا مَالًا. قَالَ: فَقُلْ فِيهِ قَوْلًا يَبْلُغُ قَوْمَكَ أَنَّكَ مُنْكِرٌ لَهُ، أَوْ أَنَّكَ كَارِهٌ لَهُ قَالَ: وَمَاذَا أَقُولُ؟! فَوَاللَّهِ مَا فِيكُمْ رَجُلٌ أَعْلَمَ بِالْأَشْعَارِ مِنِّي، وَلَا أَعْلَمَ بِرَجَزٍ وَلَا بِقَصِيدَةٍ مِنِّي وَلَا بِأَشْعَارِ الْجِنِّ، وَاللَّهِ مَا يُشْبِهُ الَّذِي يَقُولُ شَيْئًا مِنْ هَذَا، وَوَاللَّهِ إِنَّ لِقَوْلِهِ الَّذِي يَقُولُ حلَاوَةً، وَإِنَّ عَلَيْهِ لَطَلَاوَةً، وَإِنَّهُ لَمُثْمِرٌ أَعْلَاهُ مُغْدِقٌ أَسْفَلُهُ، وَإِنَّهُ لَيَعْلُو وَمَا يُعْلَى، وَإِنَّهُ لَيَحْطِمُ مَا تَحْتَهُ». «ولید بن المغیرة؛ نبي -صلی الله علیه وسلم- ته راغی، نو -هغه پرې- قرآن ولوست، داسې ښکاریده لکه چې -ولید- ورته نرمښت وښوده، نو دا -خبره- أبو جهل ته ورسیده، نو راغی او ورته یې وویل: ای کاکا، ستا قوم وپتیله چې تاته مال (پیسې) راغونډې کړي. هغه وویل: ولې؟ ویې وویل: تر څو یې تاته درکړي، ځکه ته محمد ته ورغلی یې تر څو هغه څه ته مخه کړې چې هغه سره دی، هغه وویل: یقینا قریش پدې پوه دي چې زه یې تر ټولو زیات مالداره یم، هغه وویل: نو ته د هغه په اړه داسې یو څه ووایه چې ستا قوم ته ورسیږي او هغوی پوه شي چې ته ترې منکر یې، او یا دا چې ته ترې کرکه کوې، هغه وویل:زه څه ووایم؟! قسم په الله په تاسو کې زما څخه په شعر هیڅوک ډیر نه پوهیږي؛ نه په رجز او نه په قصیده (د شعر ځانګړې څپې دي) او نه د پیریانو په شعرونو، قسم په الله چې د دې ټولو سره په هیڅ شي کې ورته والی نه لري، او قسم په الله چې وینا لره یې ځانګړی خوږوالی دی، او یوه ځانګړې جلا او ښکلا لري، او یقینا چې پورته برخه یې میوه ورکوونکې او لاندې برخه یې خړوبوونکې ده، هغه به تل پورته وي او پر هغه څه شی نه پورته کیږي، او هر څه چې ترې لاندې شي ماتوي یې». حاکم (3872) ، بیهقي په الشعب (133) او دلائل النبوة (2/198) کې روایت کړی دی.
او لدې څخه دا چې: قرآن عظیم د هغه څه سره موافق دی چې الله -تعالی- یې له بنده ګانو څخه غواړي، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [الأنعام سورت: 153 آیت].
او لدې څخه: هغه څه چې په قرآن کریم کې له الهي معلوماتو، شرعي احکامو او آدابو څخه دي، ټول هغه څه دي چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوي دي، حق ذات فرمایلي دي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} (نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [الروم سورت: 30 آیت].
او لدې څخه دا چې قرآن کریم له هغه څه سره موافق دی چې د بنده ګانو ښېګڼه پکې ده،ځکه چې الله تعالی خالق دی، په هغه څه پوه دی چې بنده ګان ورته اړتیا لري او په هغه څه پوه دی چې د هغوی دیني، ځاني، مالي او کورنۍ چاري سموي، الله تعالی فرمایلي: {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ}. (آیا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى). [الملك سورت : 14 آیت]. او په هیڅ شي یې امر ندی کړی مګر دا چې په هغه کې به لوړ مصلحت وي، او نه یې له کوم شي څخه منع کول کړي دي مګر دا چې په منع کولو کې به یې تر وروستي حده له احتیاط او ملاتړ څخه کار اخیستل شوی وي.
او لدې څخه دا چې: قرآن کریم د هغه څه سره موافق دی چې عقلونه یې تقاضا کوي، لدې امله کله چې الله -تعالی- د محرماتو اساسات په «سورة الأنعام» کې یاد کړل پدې وینا سره یې پای ته ورسول: {لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون}، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون} (ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له امله مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ، کوم یې چې ښکاره دي او که پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره، دا هغه څه دي چې الله پرې تاسو ته كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ). [الأنعام سورت: 151 آیت].
او عاقلو خلکو ته د قرآن کریم وینا په ډیرو ځایونو کې بې شمېره راغلې ده، همدا رنګه په ډیری ځایونو کې الله تعالی له بنده ګانو څخه د فکر کولو، لیدلو او عبرت اخیستلو غوښتنه کړې ده په هر هغه څه یې چې امر کړی او یا یې ورڅخه منع کړې ده.
او لدې څخه: هغه دلیلونه چې قرآن کریم پرې راتګ کړی، هغه دي چې په وضاحت، فصاحت، ځواکمنۍ، نږدې والي او آسانتیا کې -وروستي حد ته رسیدلي- چې هر څوک پرې پوهیږي او دا -ځانګړتیا- له انسانانو څخه د هیچا په وینا کې نده پيژندل شوې، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]، او د الله -تعالی- پدې وینا کې: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، همدا رنګه دلیلونه یې -په هیڅ حال کې- داسې نه دي چې په باطل دلالت وکړي، او د دلیلونو له پياوړتیا څخه یې دا دي چې ماتول یا ردول یې ناشوني دي، الله تعالی فرمایلي: {وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا} (او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى). [الإسراء سورت: 81 آیت].
او لدې څخه دا دي چې قرآن عظیم - چې د رب العالمین وینا ده - هر چاته آسان دی، الله تعالی فرمایلي: (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ) (او یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟). [القمر سورت: 17 آیت]. او هیڅ بشر داسې ندی پیژندل شوی چې لیکنه یې ټولو ته آسانه وي او هر څوک دې پرې مخاطب وګرځول شي، نو دا ځانګړتیاوې لدې کتاب پرته بل کتاب ته نده ورکول شوي.
او لدې څخه دا دي چې قرآن عظیم له هر ډول تغیر او بدلون څخه ساتل شوی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت : 9 آیت]. او الله - تعالی - ورته د قیامت تر ورځې پورې بقا او ابدیت لیکلی دی، نو دا بقا، ابدیت او نه بدلون په دې دلالت کوي چې دا د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی، حق ذات فرمایلي دي: {أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا} (آیا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و). [النساء سورت: 82 آیت].
او سره له بقاء، ابديت، ساتنې او د علمونو، فنونو، او کشفیاتو د نوښت سره مو هیڅ علم و نه موند چې د هغه څه مخالفت وکړي چې دې قرآن پرې راتګ کړی دی، بلکه ټول علوم د قرآن سره موافقت لري په هغه څه کې چې په قرآن کې یې یادونه شوې ده، لکه د آسمانونو پیدایښت، د انسان پیدایښت او داسې نور.
او لدې څخه دا چې قرآن تر ټولو برابرې -لارې- ته لارښوونه کوي، نو دا هرې ښېګڼې ته شامل دی، دا د خالق او مخلوق په اړه معلوماتو ته شاملیږي، او دنیا او آخرت، پيریانو او انسانانو، اوامرو، نواهيو، ادبونو، واجباتو، جنت او دوزخ ته شامل دی، نو دا ایمان، عمل او بدلې ته شامل دی، الله تعالی فرمایلي: {مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ} مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى. [الأنعام سورت: 38 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾ (بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده). [الإسراء سورت: 9 آیت].
او لدې څخه دا چې قرآن کریم د هرې ناروغۍ درملنه ده، الله تعالی فلرمایلي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: 57 آیت]. او د بشر په وینا کې هیڅ داسې وینا نده پیژندل شوې چې په هغې کې د زړونو او بدنونو د ناروغیو درملنه پرته وي، لکه څرنګه چې پدې لوی قرآن کې ده؛ هغه قرآن چې د رب العالمین کلام دی.
او لدې څخه دا چې الله -جل جلاله- انسانان او پيريان وننګول تر څو دې قرآن ته ورته یو بل راوړي او یا یې د یو سورت په څېر یو سورت راوړي، الله تعالی فرمایلي: {أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِين} (آیا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ). [يونس سورت: 38 آیت]، او دا یې واضحه کړه چې پدې کې هیڅ شک نشته، نو حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا كَانَ هَـذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَى مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِين} (او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته). [يونس سورت: 37 آیت].
او لدې څخه دا چې: دا قرآن موږ ته د تیرو قومونو خبرونه بیانوي په هغه ډول چې پیښ شوي دي پداسې حال کې چې د مکې خلک ترې لا خبر نه وو، نو الله تعالی مونږ ته بیان کړل، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِين} [(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قیصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحې كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې]. [يوسف سورت: 3 آیت]. او دا پر دې ګواه دی چې دا د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی.
او لدې څخه دا چې دغه ستر قرآن د بیان وضاحت، فصاحت، غیبي خبرونه، رباني قوانین له ځان سره لري، او داسې یو پیغمبر راوړی دی چې نالوستي و نه یې لیکل کولای شول او نه لوستل، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لاَّرْتَابَ الْمُبْطِلُون} (او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه). [العنكبوت سورت: 48 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ} (هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي). [الأعراف سورت: 157 آیت].
او لدې څخه دا چې: د قرآن کریم یو سورت په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې نازلیږي، لدې سره بیا هم هغه سورت داسې لوستل کیږي لکه -ټول- چې یو ځای نازل شوی وي، او د خلکو تر منځ دا خبره دود ده چې انسانان په استعدادونو کې یو له بل سره توپیر لري او کله چې دوی په بیلابیلو وختونو کې کتابونه تالیفوي نو طریقې یې یو له بل سره توپير لري.
او لدې څخه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی سنت ورکړي دي لکه څرنګه یې چې قرآن ورکړی دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ الْكِتَابَ، وَمِثْلَهُ مَعَهُ». «خبر اوسئ چې ماته کتاب راکړل شوی او د کتاب په څېر ورسره (یعنې سنت )». ابوداود (4604)، ترمذي (2664)، او ابن ابي شیبه په المصنف کې (24816) او په المسند کې (927) او احمد (17174) روایت کړی دی.
او لدې څخه دا: چې قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته شامل دی، هغه څه چې باید وشي، یا هغه څه چې کول یې واجب دي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيم} (كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (،نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و). [الأنفال سورت : 68 آیت]، او د الله -تعالی- دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضي كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [التحريم سورت: 1 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {عَبَسَ وَتَوَلَّى* (ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه. أَن جَاءهُ الأَعْمَى* په دې وجه چې ده ته ړوند راغى. وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى* او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي. أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى * یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي. أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى * هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده. فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى * نو ته په هغه پسې كېږې. وَمَا عَلَيْكَ أَلاَّ يَزَّكَّى} حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي). [عبس سورت: ١-۷ آیتونه]، او د الله - تعالی - دا وینا: {وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا * (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې. إِذاً لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا} (نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب په (دې دنياوي) ژوندون او دوه چنده عذاب په مرګ (په اخرت) كې بیا به تا د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى نه وى موندلى). [الإسراء سورت: 74، 75 آیتونه]، نو که چېرته دا قرآن د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لخوا وای، نو هغه به دا په خپل ځان نه وای ثبت کړي؛ نو کله چې پکې دا ډول نبوي - صلی الله علیه وسلم - توجیه بیان شوه؛ نو په قطعي ډول ثابته شوه چې دا - قرآن - د هغه لخوا ندی، بلکې د پوه او حکیم - ذات - له لوري دی.
(كتــاب الرســل والأنبـيــاء -عليهم السلام-) کتاب دی د رسولانو او نبیانو په اړه
د کتاب لنډیز
او مونږ باور لرو چې په رسولانو ایمان؛ په الله - تعالی - د ایمان څلورم رکن دی.
او موږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو - علیهم السلام - د بلنې اساس په الله - تعالی - د هغه په نومونو، صفتونو او اعمالو پوهېدل دي، او دا چې هغوی ټول په توحید سره لیږل شوي وو او یوازې د الله - تعالی - عبادت ته یې بلنه کوله او له هغه پرته د نورو د عبادت پریخودلو ته یې بلنه کړې ده، نو پیغمبران او رسولان په توحید او ایمان کې تر ټولو کامل خلک دي، او دوی د سپېڅلي خالق په اړه تر ټولو مخلوقاتو خورا پوه دي، او په هغه څه چې د - الله پاک - لپاره پر دوی واجب او هغه څه چې پرې حرام دي.
او هر نبي خپل قوم دوو لویو بنسټونو ته بللی دی چې عبارت دي له: یوازې د یو الله عبادت او د آخرت په ورځ ایمان او هغه څه چې الله - تعالی- په دې کې د خپلو دوستانو لپاره نعمتونه او د دښمنانو لپاره عذاب چمتو کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، هغوی ټولو په الله - تعالی - ، ملائکو، کتابونو، رسولانو، د اخرت ورځ او د خیر او شر په اندازې باندې ایمان رواړلو ته بلنه کړې ده، ټولو د عباداتو اصولو ته بلنه کړې ده لکه: لمونځ، زکات، روژه او حج، او د نیکو اخلاقو بنسټونو ته او له ناوړه اخلاقو څخه یې - خلک - منع کړي دي، نو پیغمبران - علیهم السلام - سره په اصولو کې متفق دي، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره جلا دي.
او مونږ ایمان لرو چې په ټولو انبياوو - عليهم السلام - ايمان راوړل واجب دي، او په هر هغه څه یې چې له غیبو خبر ورکړی دی باید ریښتینی وګڼل شي او له هر هغه څه څخه ځان ساتل واجب دي چي منع ترې شوې ده، له هغوی سره مينه کول، د هغوی احترام کول او د هغوی پسې اقتدا کول او پدې ګواهي ورکول چې هغوی - الهي - پیغام رسولی، امانت یې اداء کړی، او د الله دپاره یې او د هغه د بندګانو د پاره یې خیر خواهي لټولې او په حقه سره یې د الله په لار کې جهاد کړی او په ټول امت د هغه رسول په شریعت عمل کول واجب دي چې ورته لیږل شوی دی، او پدې امت؛ د محمد - صلی الله علیه وسلم - په امت؛ په پيریانو او انسانانو واجب دي چې د أنبیاوو او رسولانو په وروستي پیغمبر چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دی په شریعت یې عمل وکړي، ځکه چې هغه ټولو انسانانو او پیریانو ته لیږل شوی دی.
او ټول انبیاء او رسولان - علیهم السلام - د دې لپاره راغلي دي چې خلک د کفر، شرک او جهالت له تیارو څخه راوباسي، که څه هم د دې دنیا له عزت، سلطنت، زور، ځواک، کرهڼې او کارخانو څخه برخمن وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی لره زیری ورکوونکي او ویروونکي لیږلي دي؛ د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله - تعالی باندې له رسولانو - لیږلو - څخه وروسته کوم حجت پاتې نه شي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - په هر امت کې یو رسول لیږلی. نو د هغه چا نوم مو چې پیژندلی دی ایمان پرې واجب دی او د هغه چا نوم مو چې له دوی څخه ندی پیژندلی مجمل ایمان پرې راوړو. نو په ټولو أنبیاوو او رسولانو - علیهم السلام - ایمان په هر مسلمان نارینه او ښځینه واجب دی او څوک چې په یو نبي کافر شو، نو یقینا چې په ټولو انبیاوو - علیهم السلام - یې کفر کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - پاک - بندګانو ته خپل رسولان لیږي چاته چې وغواړي او څرنګه چې د هغه حکمت غوښتنه کوي، نو د هغه حکم لره هیڅ څارونکی نشته، څه چې وغواړي او څه یې چې خوښه وي کوي یې.
او مونږ ایمان لرو چې نبوت یوه الهي لوریینه او رباني رحمت دي، له خپلو بنده ګانو څخه یې چې چاته وغواړي بخشش کوي، نو الله تعالی دی چې له پرښتو او خلکو څخه رسولان غوره کوي.
او انبياء او رسولان - علیهم السلام - سره په خپل منځ کې یو پر بل غوره والی لري، او تر ټولو غوره یې اولو العزم دي، او د اولو العزم تر منځه تر ټولو غوره د الله تعالی دوه دوستان دي: ابراهیم او محمد - علیهما السلام - او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - أنبیاوو ته یو پر بل له غوره والي ورکولو څخه منع فرمایلې ده؛ په ځانګړې توګه کله چې دا کار د تعصب یا د هغه له شان څخه د کمولو په موخه وشي او لکه څرنګه چې الله تعالی ابراهیم او محمد - علیهما السلام - په دوستۍ نیولي دي، همدا رنګه یې موسی - علیه السلام - ته په خلکو غوره والی ورکړی دی؛ هغه ته په رسالتونو وركولو او هغه سره په خبرو کولو، او زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه سلم - د خُلت (د محبت د لوړې درجې) مرتبه خپله کړې ده او دا شرف یې هم حاصل کړی دی چې رب یې ورسره د اسراء په شپه د پردې تر شا خبرې کړي دي، نو پدې سره زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د خُلت او هغه سره د خبرو کولو شرف حاصل کړی دی.
او مونږ پدې ایمان لرو چې پیغمبران د ټولو انسانانو غوره خلک دي، او هیڅوک د نبي مرتبې ته نه شي رسیدلی، نه ولي او نه بل څوک، او هیڅ بشر ته په نبي باندې غوره والی ورکول په کار ندي، او نبوت کسبي ندی (یعنې لاس ته نه رواړل کیږي) بنده یې په زحمت، طاعت، پاکیزه ګۍ مبارزه، د زړه پاکوالي، ستره والي او خو اخلاقو لاسته راوړلی نشي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې الله تعالی پيغمبري نده ورکړې مګر سړیو ته، او مونږ پدې پوهیږو چې أنبیاء علیهم السلام لکه د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، او دوی له انسانانو څخه په دیندارۍ، عقلونو او أخلاقو کې تر ټولو پوره دي، مګر دا چې دوی ته وحې کیږي، او په هغه څه کې دوی له ګناه څخه پاک دي چې د الله تعالی له أوامرو څخه یې خلکو ته رسوي، او کله چې نبي پداسې یو څه کې اجتهاد وکړي چې وحې ورته پکې نه وي شوې او بیا پایلې ته ونه رسیږي، نو الله تعالی یې په نوموړي اجتهاد کې تایید نه کوي، بلکه وحې پرې نازلیږي تر څو تشه ډکه شي.
او رسولان او أنبیاء -علیهم السلام - د ځان لپاره د نفعې او ضرر خاوندان ندي، سره لدې چې پورته مرتبه، لوړه درجه او په دنیا او اخرت کې ستایل شوی مقام لري. نو کله چې دوی خپل ځان ته ګټه او تاوان نه شي رسولی، نو نورو خلکو ته خو یې په طریقه اولی سره نه شي رسولی، او که چیرته دوی خپل ځانته او نورو ته - په خپل ژوند کې - ګټه او یا تاون نه شي رسولی، نو په طریقه اولی سره نورو ته ګټه او تاوان د هغوی له مرګ څخه وروسته نه شي رسولای.
او په غیبو نه پوهیږي مګر په هغه اندازه چې الله تعالی ورښودلي وي او اجازه یې ورته پرې کړي وي.
او أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - د الله تعالی عبادت د هغه څخه له ویرې او هغه ته له هیلې درلودلو له امله کوي، او هغه ته وسیله(نزدیکت) پلټي، او هغه پاک ذات ته ځان نږدې کوي.
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان د هغو مصیبتونو او ناروغیو سره مخ کیږي چې نور انسانان ورسره مخ کیږي، دوی ته غم او مرګ رسیږي او دا چې دوی میرمنې او اولادونه لري او دا چې دوی خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي، او مونږ پدې پوهیږو چې مسیح - علیه السلام - د الله - تعالی - لخوا ژوندی پورته شوی دی کله چې د هغه امت غوښتل چې هغه ووژني.
او مونږ شاهدي وركوو چې دوى خلكو ته نصيحت وكړ، امانتونه يې وسپارل، او د خپل رب پيغامونه يې ورسول، او دا دوى ته زيان نه رسوي چې پيروانو يې - بلنه - ونه منله او نه دا چې خلکو پرې کبر وکړ.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- هر پیغمبر ته له نخښو او دلیلونو څخه دومره ورکړي دي چې د هغه په اندازه انسانان ایمان راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - هیڅ پیغمبر ندی لیږلی مګر دا چې له هغه سره داسې یو نخښه وي چې د هغه په رښتینولۍ دلالت وکړي، برابره خبره ده که مونږ پرې پوه شو یا پرې پوه نه شو، او الله تعالی مونږ ته د هغې له جملې څخه یوه ټولګه په قرآن کریم کې بیان کړې ده. او پدې هم پوهیږو چې ډیری داسې نخښانې شته چې الله تعالی پرې د خپلو پخوانيو پیغبرانو تایید کړی دی او الله تعالی مونږ ته ندي بیان کړي، او ځینې وختونه الله تعالی مونږ ته هغه واضحه نخښانې بیانوي، او کله هم دلیل بیانوي، او مونږ پدې پوهیږو چې هغه نښانې او دلیلونه چې الله تعالی پرې د خپلو رسولانو او أنبیاوو تایید کړی دی ډیرې زیاتې دي.
او د هغوی په ریښتینولۍ تر ټولو لوی دلیل هغه دی چې دوی هغه توحید ته بلنه کوي چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوی دی او عقلونه یې په ښه والي ګواهي ورکوي، او هغه ګټور علم، نیک عمل، هدایت، حق دین او میزان چې دوی ورسره راتګ کړی دی او خپلو رسولانو ته د الله تعالی ګواهي چې دوی پر حق دي، او هغه څه هم حق دي چې دوی پرې راتګ کړی دی، او تر ټولو لویه نخښه یې هغه وحیې ده چې د الله - تعالی- له لورې پرې نازلیږي او تر ټولو ستره وحی لوی قرآن دی چې زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم معجزه ده، او شونې نده چې انسان دې د دې وحی په څېر رواړلی شي؛ ځکه چې هغه د الله کلام او وحی ده او ځکه چې په هغه کې غیبي خبرونه دي،او د هغه هدایت، رڼا، رحمت او حکمت له امله چې پکې دي.
او د هغو شیانو له جملې څخه چې الله - تعالی - پرې د خپلو پیغمبرانو مرسته کړې وه، هغه عقلي دلیلونه دي چې الله پرې د دوی مرسته کړې ده، نو کافر حیران کړي او باطل ته ماتې ورکړي.
او د دوی ترټولو له لوی نخښو څخه له غیبو څخه خبر ورکول دي، هغه چې الله تعالی ترې د پردې پورته کولو اجازه ورکړي وي. او له دوی څخه : مخکینو پیغمبرانو - علیهم السلام - ته نجات ورکول، او د دوی پیروانو ته د دښمنانو له فریب څخه نجات ورکول او د ضدي او متکبرو خلکو له منځه وړل، او بلنه ورکړی شوو ته د الله تعالی لخوا د هغه څه یادونه کول چې په پخوانیو باندې یې کړي دي، او دا چې د الله کړنلاره کېدونکې ده. او له هغې څخه : د دوی د صفاتو کمال، د دوی ښه اخلاق، عمل او سیرت او د دوی په خبرو کې اخلاص چې له هغه سره دوی دروغ نه شي ویلی. او لدې څخه: د پیغمبرانو د نښانو په لېږد کې لوی پرلپسې والی، او هغه څه چې دوی پرې د علم، هدایت او حق دین څخه راتګ کړی دی، هغه څه چې د دروغو په لیږدولو باندې سره د دوی یوځای کېدل ناممکن ګرځوي. او لدې څخه: دا چې دوی په خپلو رسالتونو باندې بدله نه غواړي، او نه پرې واکمني غواړي. او لدې څخه دا چې: د پیغمبرانو د نبوت سپکاوی هیڅوک نه کوي مګر یو جاهل چې د دین، علم او لارښوونې په اړه یې فکر ندی کړی چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، او یا یو ضدي متکبر.
او له سترو نخښانو څخه یې هغه حسي دلیل دی چې سترګې یې ګوري، عقلونه یې مني، لکه د نوح د قوم غرقیدل، د صالح اوښه، د هود د قوم ننګونه چې که ټول قوم یې ورسره دوکه وکړي، له اور څخه د ابراهیم ژغورل، د موسی معجزې، او لدې څخه: امسا، ملخان، سپږې، چونګښې، وینه، طوفان، د فرعون او د قوم یې غرقیدل،او د داود - علیه السلام - معجزې لکه: د غرونو تسبیح وییل، د اوسپنې نرمیدل، د سلیمان - علیه السلام - معجزې، هغه ته د باد او پيریانو تسخیریدل، د مرغانو په خبرو پوهیدل. او د مسیح - علیه السلام - معجزې لکه پیس وهلی، مورزادي ړوند او چې وروسته وړوند شوی وي دوی رغول، د مړو ژوندي کول، او دا چې هغه به له خټو څخه لکه د مرغانو په څېر جوړول بیا به یې پکې پوکی وکړاو د الله په اذن به هغه مرغه شو، او زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم معجزې، چې هغه زیاتې دي او په سختۍ سره شمېرل کیږي لکه : د سپوږمۍ څېرې کیدل، اسراء او معراج، د خوړو ډیریدل، د حیواناتو سره خبرې کول، د کاڼو تسبیح ویيل، د ونې د تنې ژړا، او د الله لخوا د دښمنانو په مقابل کې یې مرسته کول.
او د پیغمبرانو له معجزو څخه: د هغه پیغمبر حالت چې حق ته بلنه کوي؛ او یقینا چې خلک د هغه چا ترمنځ توپیر کوي چې په خپلو خبرو کې حق ته بلنه کوي او د هغه چا چې دروغو ته په خپلو ویناوو کې بلنه ورکوي... او داسې نورې نښانې.
او د پیغمبرانو ټولې نښانې پرته له قرآن کریم او د محمد - صلی الله علیه وسلم - له سنتو څخه له منځه تللي دي، چې دا دواړه پاتې دي ځکه چې الله - تعالی - یې د ساتلو تضمین کړی او پدې دواړو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او د هغه د رسالت په رښتینولۍ ستر دلیلونه او ثبوتونه دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د خپلو پیغمبرانو ملاتړ کوي، په هغه ډول چې د هغه حکمت د کائناتي او شرعي آیتونو او شواهدو تقاضا کوي، نو الله په خپل فضل سره هدایت کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره چې څوک وغواړي ګمراه کوي یې، او ضدي انسان ته نه زیاتوي مګر ضد او تکبر.
او مونږ ایمان لرو چې که چېرته الله - تعالی - غوښتلی وای نو ټولو خلکو ته به یې هدایت کړی و.
او مونږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو دلیلونه او نښانې چې هغوی راوړي دي او الله یې پرې مرسته کړې ده، ناشوني ده چې د نبوت دعوه کوونکی یې راوړي، یا ساحر او دروغجن، ځکه چې الله - تعالی - پریکړه کړې چې په صحیح دلیل سره به د باطل مرسته نه کوي، او نه به دروغجن په ریښتني ثبوت سره ریښتونی کوي؛ ځکه چې هغه ذات حکیم دی په خپل شریعت او امر کې او د الله تعالی جاري حکمت او کړنلاره د دې خبرې ممانعت کوي.
او مونږ ایمان لرو چې زمونږ پیغمبر محمد بن عبدالله د رب العالمین رسول، د انبیاوو او رسولانو وروستی، د بني آدمو سردار او هغه رب العالمین ته محبوب دی.
او مونږ پوهیږو چې هغه ته چې کومې معجزې ورکړل شوي بل هیڅ پیغمبر ته ندي ورکړل شوي او د هغه ترټولو لویه معجزه قرآن کریم دی، او لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې د وحیې پیل وشو هغه د ښایسته خوبونو لیدل و، نو هغه به هیڅ خوب نه لیده مگر دا چې د روڼ سهار په څېر به رښتیا کېده، او لومړۍ وحې چې پرې له - قرآن - څخه نازل شوه د «سورة العلق» لومړي آیتونه وو او له هغې وروسته پرې «المدثر» نازل شو، بیا ورپسې وحې په پرلپسې ډول نازلیده، هغه په مکه کې دیارلیس کاله خلک توحید ته راوبلل او په مدینه کې یې لس کاله تېر کړل او الهي قوانین یې بیان کړل او د هغه دین ته یې بلنه کوله، او د هغه په لاره کې یې جهاد کاوه، تر دې چې الله تعالی د درې شپيته کلنۍ په عمر کې وفات کړ، زما مور او پلار دې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه قربان شي،
او مونږ پوهیږو چې له قرآن عظیم څخه وروسته د هغه ترټولو لویه معجزه اسراء او معراج دي. او د هغه له معجزو څخه د سپوږمۍ چاودیدل دي، او الله - تعالی هغه په ډیرو ځانګړتیاوو سره ځانګړی کړی دی او دا ځانګړتیاوې یې علماوو په خپلو تالیفاتو کې ذکر کړي دي او کله کله یې پکې مستقل تالیفات کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې په انسانانو او پېریانو دواړو باندې پرې ایمان راوړل واجب دي، او په هغه څه کې یې رښتینی ګڼل چې خبر یې پرې ورکړی، او په هغه څه کې اطاعت کول چې امر یې پرې کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - عبادت باید و نه شي مګر په هغه طریقه چې روا کړی یې دی او حق ذات د هغه - صلی الله علیه وسلم - د امر له مخالفت څخه ویرول کړي دي، او حق ذات د هغه په درناوي او محبت امر کړی او دا چې پرې واجب دي چې هغه - صلی الله علیه وسلم - باید سړي ته له خپل ځان ، پلار او ټولو خلکو څخه زیات ګران وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په آذان کې د شهادتینو پر مهال زموږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - یاد د خپل ځان سره یو ځای ذکر کړی دی، او زمونږ د پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - یاد په پراخه توګه په پخوانیو اسماني کتابونو کې شوی دی، او په قرآن عظیم کې، او مسلمانو لیکوالانو د هغه د سنت، سیرت، خویونو، اخلاقو او غزاګانو په بیانولو کې ډول ډول تالیفات کړي دي.
او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - هغه ټول مخلوق ته رالیږلی، ځکه چې هغه ثقلینو (پیریانو او انسانانو) ته د الله رسول دی او الله - تعالی - هغه ته د پیریانو یوه ډله ولیږله چې هغه ته یې غوږ نیولی و، تر څو یې تر شا د خپلو قومونو خلک وویروي، او د دې لپاره چې حجت پرې قائم شي او الله - تعالی له هر نبي او رسول څخه ژمنه اخیستې ده چې که چېرته محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو او دی ژوندی و نو ایمان به پرې راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې پيغمبرانو پده باندې خپلو قومونو ته زیری ورکړی او د هغه صلی الله علیه وسلم او د ملګرو صفتونه یې په تورات او انجیل کې راغلي دي او په ځانګړې توګه پرې مسیح علیه السلام - بني اسرائیلو ته زیری ورکړی او بني اسرائیلو داسې پيژانده لکه څرنګه یې چې خپل اولادونه پيژندل. او د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې اهل کتابو پیژندلې لکه د هغه په ملا کې د نبوت مبارک مهر.
او مونږ د هغه - صلی الله علیه وسلم - د پیغام په عموميت باور لرو، لدې امله یې پادشاهانو او مشرانو ته لیکونه ولیږل او د یو الله عبادت او د هغه - صلی الله علیه سلم - په پیغمبرۍ ایمان او رښتیا ګڼلو ته یې راوبلل.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - ته ځمکه راټوله کړه، نو تر هغه ځایه یې ترې ولیده چې کوم ځای ته به یې چې په راتلونکي کې د امت واکمني رسیږي.
او د هغه د رسالت د عمومیت یو دلیل دا دی چې د نجران نصارا يې له مباهلې څخه په شا شول، او د جزیې ورکول یې و منل پداسې حال کې چې ذلیله وو، ځکه هغوی پوهېدل چې دی نبي دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عموميت له دلایلو څخه د ډیرو یهودو او نصاروو علماوو اسلام راوړل دي، بلکه له اهل کتابو څخه په زرګونو. او د هغه - صلی الله علیه وسلم د رسالت د عمومیت له دلايلو څخه دا دي چې هغه له روم سره غزا وکړه او صحابه کرامو ته یې له هغه وروسته د فارس او روم سره د جهاد کولو امر وکړ.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عمومیت له دلیلونو څخه دا دي چې هغه د سراقه سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د کسرا - د سرو زرو بنګړي ور په لاس کوي - نو هغه د عمر رضي الله عنه په خلافت کې په لاس کړل.
او مونږ په یقین سره پوهیږو چې دا د الله - تعالی - د حکمت غوښتنه ده چې په خپل فضل سره لارښوونه کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره ګمراه کوي چا لره چې وغواړي، همدا رنګه حکمت یې دا تقاضا کړې چې هر پیغمبر لره دې یو دښمن وي، او د دې دښمنانو تر منځه دې یو بل ته په باطل سره وصیت کول او په خبرو کې یو بل ته ورته والي وي، په هر امت کې - د پیغمبر ضد عامه - وینا یو بل ته ورته وي، کله وایې: یقینا دی ساحر دی او یا کوډګر او دروغجن دی او کله دا نه مني چې هغه دې ورته کومه معجزه راوړي وي او کله بدګماني کوي چې دا - پیغمبر - په الله دروغ تړي او کله یې په لیونتوب سره یادوي او د الله رسولان علیهم السلام لدې ټولو حالتونو څخه پاک دي، پداسې حال کې چې هغوی د عقل له اړخه تر ټولو پوره دي او په زړونو کې تر ټولو پاکیزه دي او کله دا خبره ډیره لویه ګڼي چې هغوی یې د یو الله عبادت ته بولي او کله هم د نبي دعوت ردوي، ځکه چې هغه د دوی په څېر یو انسان دی او کله ترې د داسې کارونو غوښتنه کوي چې هغه د مخلوق په توان کې نه وي، خو دا کارونه دوی د لویۍ او ضدیت له امله کوي - یقینا دوی زمونږ له نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې له ځمکې څخه ورته چینې راوباسي او یا دا چې باغ ولري او یا پرې له آسمان څخه باران واوروي او یا ورته الله او پرښتې راولي او یا دا چې پیغمبر لره دې یو ښایسته کور وي او یا په آسمان کې دې پورته وخیژي او کتاب دې پرې نازل کړي او کله هم له نبي څخه غوښتنه کوي چې هغه څه ورته راوړي چې وعده یې ورسره کوي، او کله هم د الله تعالی له لارې څخه منع کول کوي او خپلو پیروانو ته وایي: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ او شورماشور پکې وکړئ او کله د رسول مقابله د هغه په دروغجن ګڼلو سره کوي او یا په رسول الله - صلی الله علیه وسلم - تور لګوي چې هغه ته یو بشر ښوونه کوي او د الله له طرفه ورته وحیې نه راځي.
او کله هم له رسول څخه مخ اړوي، ځکه چې یوازې کمزوري خلک د هغه پیروي کوي، او کله هم د رسولانو پورې ټوکې او مسخرې کوي، او کله هم رسول ته دوکه ورکوي، او تمه لري چې غوړه مالي ورته وکړي او یا ورته پناه وروړي، او کله هم پداسې یو تعبیر سره چې ضدي انسان پدې پوهیږي چې په خپله خبره کې دروغجن دی، لکه څرنګه چې د فرعون په وینا کې راغلي چې موسی ته یې کافر ویلي.
او کله هم عام خلک نبي له وطن څخه په ویستلو ګواښي، او د قریشو کافرانو زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د بني هاشمو سره د ابو طالب په دره کې د دریو کلونو لپاره محاصره کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې له خپل کور او کلي څخه وویست او د ابراهیم - علیه السلام - قوم هڅه وکړه چې هغه په اور وسوځوي، مګر دا چې الله تعالی وژغوره او بني اسرائيلو د خپلو پیغمبرانو د وژلو هڅه وکړه، بلکه له هغوی څخه یې ځیني ووژل...
دا د پیغمبرانو سره د متکبره خلکو عادت دی او دا یوه جاري کړنلاره ده چې عام خلک یې په هر امت کې د اصلاح کوونکو سره پر مخ وړي.
(بــاب الإيمان بالرسل عليهم الصلاة والسلام) باب دی په رسولانو علیهم السلام د ایمان په اړه
په رسولانو ایمان راوړل د ایمان له ارکانو څخه څلورم رکن دی، الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو). [البقرة سورت: 285 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: ﴿لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾ (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، خو لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د آخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړی وي). [البقرة سورت: 177 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شو، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ ویې فرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ». "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، او په وروستي بعث یعنې بیا راپورته کېدلو ایمان ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو - علیهم السلام - د بلنې اساس په الله - تعالی - د هغه په نومونو، صفتونو او اعمالو پوهېدل دي او دا چې هغوی ټول په توحید سره لیږل شوي دي او یوازې د الله - تعالی - عبادت او له هغه پرته د نورو د عبادت پریخودلو ته یې بلنه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُون} (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ). [الأنبياء سورت: 25 آیت]، او هر نبي خپل امت ته ویلي دي: {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُون} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ په حق معبود نشته، آیا تاسو نه ویریږئ). [الأعراف سورت: 65 آیت]. نو پیغمبران او رسولان په توحید او ایمان کې تر ټولو کامل خلک دي او دوی د سپېڅلي خالق په اړه تر ټولو مخلوقاتو زیات پوه دي او هغه څه چې د - الله پاک - لپاره پر دوی واجب دي او هغه څه چې پرې حرام دي،
او هر نبي خپل قوم دوو لویو بنسټونو ته بللی دی چې عبارت دي له: یوازې د یو الله عبادت او د آخرت په ورځ ایمان او هغه څه چې الله - تعالی- په دې کې د خپلو دوستانو لپاره نعمتونه او د دښمنانو لپاره عذاب چمتو کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} یقینًا (یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم). [الأعراف سورت: 59 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ وَلاَ تَنقُصُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِنِّيَ أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيط} (او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چاپېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم). [هود سورت: 84 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتْ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} (او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم). [الأحقاف سورت: 21 آیت].
او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، هغوی ټولو په الله - تعالی - ، ملائکو، کتابونو، رسولانو، د آخرت ورځ او د خیر او شر په اندازې باندې ایمان رواړلو ته بلنه کړې ده، ټولو د عباداتو اصولو ته بلنه کړې ده لکه : لمونځ، زکات، روژه او حج، او د نیکو اخلاقو بنسټونو ته او له ناوړه اخلاقو څخه یې - خلک - منع کړې دي، نو پیغمبران - علیهم السلام - سره په اصولو کې متفق دي، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره مخالفت لري. {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ}. (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحې كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې اختلاف مه کوئ). [الشورى سورت: 13 آیت]. او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره مخالفت لري، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا} (او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده). [المائـدة سورت: 48 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې په ټولو انبياوو - عليهم السلام - ايمان راوړل واجب دي او په هر هغه څه یې چې له غیبو خبر ورکړی دی باید ریښتینی وګڼل شي او له هر هغه څه څخه ځان ساتل واجب دي چي منع ترې شوې ده، له هغوی سره مينه کول، د هغوی احترام کول او د هغوی پسې اقتدا کول او پدې ګواهي ورکول چې هغوی - الهي - پیغام رسولی، امانت یې اداء کړی، او د الله او د بندګانو خیرخواهي یې کړی ده او په حقه سره یې د الله په لار کې جهاد کړی او په ټول امت د هغه رسول په شریعت عمل کول واجب دي چې ورته لیږل شوی دی او پدې امت؛ د محمد - صلی الله علیه وسلم - په امت؛ له پيریانو او انسانانو څخه واجب دي چې د أنبیاوو او رسولانو په وروستي یو چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دی په شریعت یې عمل وکړي، ځکه چې هغه ټولو انسانانو او پیریانو ته لیږل شوی دی.
او ټول انبیاء او رسولان - علیهم السلام - د دې لپاره راغلي دي چې خلک د کفر، شرک او جهالت له تیارو څخه راوباسي، که څه هم د دې دنیا له عزت، سلطنت، زور، ځواک، کرهڼې او کارخانو څخه برخمن وي، الله تعالی د موسی علیه السلام په اړه فرمایلي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُور} (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو سره لېږلى و (او دا مو ورته ويلي وو) چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو(واقعات د پخوانو) یادونه وكړه، بېشكه په دغو كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي). [إبراهيم سورت: 5 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُون* (ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ! وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُون* او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ. وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِين} او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ). [الشعراء سورت: 128-130 آیتونه]، او الله تعالی فرماېلي دي: {أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه آباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه). [الروم سورت: 9 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی لره زیری ورکوونکي او ویروونکي لیږلي دي؛ د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله - تعالی باندې له رسولانو - لیږلو - څخه وروسته کوم حجت پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دی). [النساء سورت: 165 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په هر امت کې یو رسول لیږلی، الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي»، «بني اسرائیل به خپلو پیغمبرانو رهبري کول، هر کله به چې یو نبي وفات شو، ځای ناستی به یې ورپسې وټاکل شو او زما څخه وروسته بل نبي نشته»، بخاري (3455)، مسلم (1842)، او ابن ماجه (2871) روایت کړی دی. بلکه الله تعالی مونږ ته خبر راکړی چې هغه له کلو څخه یو کلي ته په یو وخت کې درې پیغمبران لیږلي دي، الله تعالی فرمایلي: {إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُون} (كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو). [يس سورت: 14 آیت].
نو د دوی له جملې څخه مو چې د چا نوم وپېژانده ایمان پرې واجب شو، او د چا نوم مو چې و نه پېژانده؛ اجمالي ایمان پرې راوړو، نو په ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان راوړل واجب دي، الله تعالی فرمايلي: {وَرُسُلاً قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلاً لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړی دی او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دی بیان كړی او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې). [النساء سورت : 164 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو).او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [البقرة سورت: 285 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُون} (ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى پر الله او پر هغه (كتاب) چې پر مونږه نازل كړى شوى دى او پر هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او (نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو). [آل عمران سورت: 84 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله - پاک - بندګانو ته خپل رسولان لیږي چاته چې وغواړي او څرنګه چې د هغه حکمت غوښتنه کوي، عزتمند ذات فرمایلي: {وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا} (او كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و). [الفرقان سورت: 51 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا كُلَّ مَا جَاء أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُون} (بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي). [المؤمنون سورت : 44 آیت]، نشته روسته کوونکی فیصلې د هغه لره، څه چې وغواړي او څه یې چې خوښه وي کوي یې الله تعالی فرمایلي: {وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او ستا رب پیدا کوي هغه څه چې ویې غواړي او هغه انتخاب کوي، دوی ته هېڅ اختیار نشته، الله تعالی لره پاکي ده، او هغه اوچت دی له هغه څه نه چې دوی یې ورسره شرېکوي). [القصص سورت : 68 سورت].
او څوک چې په یو نبي کافر شو؛ نو یقینا چې په ټولو انبیاوو - علیهم السلام - یې کفر کړی دی؛ لدې امله الله تعالی فرمایلي: {كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِين} (د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ). [الشعراء سورت: 105 آیت]. او دا آیت لکه د الله تعالی د دې وینا په څېر دی: {كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيد} [(د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو]. [ق سورت: 14 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې نبوت یوه الهي لوریینه او رباني رحمت دي، له خپلو بنده ګانو څخه یې چې چاته وغواړي ورته یې بخشش کوي، نو الله تعالی دی چې له ملاېکو او خلکو څخه رسولان غوره کوي. {اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} (الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلکو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الحج سورت: 75 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ} (الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي). [الأنعام سورت : 124 آیت]. او نبوت کسبي ندی (یعنې لاس ته نه رواړل کیږي) او بنده یې په طاعت کې په زحمت ویستلو، او د نفس په پاکوالي او د نفس سره په مبارزه، د زړه په پاکوالي، د اخلاقو په ستره والي او سموالي لاسته نه راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان - علیهم السلام - په خپل منځ کې سره یو پر بل غوره والی لري، الله تعالی فرمایلي: {تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ} (دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، او مونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى). [البقرة سورت: 253 آیت]، او د أنبیاوو تر ټولو غوره یې اولو العزم دي، او هغوی د الله تعالی پدې وینا کې یاد شوي دي: {وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا} (او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته). [الأحزاب سورت: 7 آیت]، او الله - تعالی - دې ته پدې وینا کې اشاره وکړه: {فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ} (نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى). [الأحقاف سورت : 35 آیت]. او د الوالعزم تر منځه غوره د الله تعالی دوه دوستان: ابراهیم او محمد علیهما السلام دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلا}. (او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يوازې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى). [النساء سورت : 125 آیت]. له جندب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه مې د هغه له مرګ څخه پنځه ورځې مخکې اوریدلي دي چې وییل یې: «إِنِّي أَبْرَأُ إِلَى اللهِ أَنْ يَكُونَ لِي مِنْكُمْ خَلِيلٌ، فَإِنَّ الله تَعَالَى قَدِ اتَّخَذَنِي خَلِيلًا، كَمَا اتَّخَذَ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا». «زه الله تعالی ته لدې خبرې څخه بېزاري ښکاره کوم چې زه دې له تاسو څخه کوم خلیل ولرم، یقینا چې الله تعالی زه داسې خلیل نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم خلیل نیولی». مسلم (532) روایت کړی دی.
او مونږ ګواهي ورکوو چې زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - له ټولو ، رسولانو او أنبیاوو غوره دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أنا سيد ولد آدم يوم القيامة». «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم ». مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبرانو تر منځ له غوره والي څخه منع فرمایلې ده، په ځانګړې توګه کله چې د ملاتړ، تعصب او یا کمي بیانولو له امله وي: له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: دوه سړیو سره - لفظي - شخړه وکړه: یو سړی له مسلمانانو او بل سړی له یهودو څخه و، مسلمان وویل: قسم په هغه ذات چې محمد یې په عالمیانو غوره کړی دی، یهودي وویل: قسم په هغه ذات چې موسی یې په عالمیانو غوره کړی دی، نو مسلمان پرې لاس پورته کړ او یهودی یې پر مخ په څپیړه وواهه، نو یهودي پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته ورغی او لدې پیښې یې خبر کړ، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - مسلمان راوباله، او پدې اړه یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ورته حال ووایه: نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «لَا تُخَيِّرُونِي عَلَى مُوسَى؛ فَإِنَّ النَّاسَ يَصْعَقُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَأَصْعَقُ مَعَهُمْ، فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُفِيقُ، فَإِذَا مُوسَى بَاطِشٌ جَانِبَ العَرْشِ، فَلَا أَدْرِي أَكَانَ فِيمَنْ صَعِقَ، فَأَفَاقَ قَبْلِي أَوْ كَانَ مِمَّنِ اسْتَثْنَى اللَّهُ؟»، «ما ته پر موسی غوره والی مه راکوئ؛ ځکه خلک به د قیامت په ورځ بې هوشه شي، زه به هم له هغوی سره بې هوشه شم، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له بې هوشۍ راوځي، نو ناڅاپه به موسی وګورم چې د عرش یو څنډه یې کلکه نیولي وي، نو نه پوهیږم چې آیا هغه هم په هغه خلکو کې وو چې بې هوشه شوی و او بیا زما څخه مخکې راپورته شوی او یا له هغه چا څخه و چې - الله تعالی له بې هوشۍ څخه - مستثنی کړی و؟»، بخاري (2411)، مسلم (2373)، أبو داود (4671)، ترمذي (3245)، او ابن ماجه (4274) روایت کړی دی. او په یو بل لفظ کې راځي: نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - غصه شو، تر دې چې غصه یې په مخ کې وپېژندل شوه، بیا یې وفرمایل: «لَا تُفَضِّلُوا بَيْنَ أَنْبِيَاءِ اللهِ». "د الله - تعالی - په پیغمبرانو کې یو ته پر بل غوره والی مه ورکوئ". مسلم (2373) روایت کړی دی.
او لکه څرنګه چې الله تعالی ابراهیم او محمد علیهما السلام په دوستۍ سره نیولي دي، نو یقینا الله - تعالی - موسی علیه السلام ټاکلی او په خپلو رسالتونو او ورسره په خبرو کولو یې په نورو خلکو غوره کړی دی او که څه هم زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د دوستۍ مرتبه حاصله کړې ده، یقینا چې الله تعالی ورسره په هغه شپه د پردې تر شا خبرې کړي - په کومه شپه چې له بیت الحرم څخه بیت المقدس - ته وړل کېده، الله تعالی فرمایلي: {فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى} (نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه). [النجم سورت: 10 آیت]، نو په دې توګه زمونږ پیغمبر - محمد صلی الله علیه وسلم - ته دوه د شرف مرتبې حاصلې دي، د خلت(د الله د دوستۍ) او ورسره د خبرو کولو مرتبه.
او مونږ پدې ایمان لرو چې پیغمبران د ټولو انسانانو غوره خلک دي، او هیڅوک د نبي مرتبې ته نه شي رسیدلی، نه ولي او نه بل څوک، او هیڅ بشر ته په نبي باندې غوره والی ورکول روا ندي رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «مَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ أَنْ يَكُونَ خَيْرًا مِنْ يُونُسَ بْنِ مَتَّى». «هیچا لره نه ښایي چې له یونس بن متی څخه غوره وګڼل شي». بخاري (4804) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په - پیغمبرۍ - یوازې سړي لیږلي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ} (او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله). [الأنبياء سورت: 7 آیت].
او مونږ پوهیږو چې رسولان او أنبیا - علیهم السلام - د خلکو تر ټولو غوره خلک دي، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} (الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلکو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الحج سورت: 75 آیت]. او دوی په خپل دین، عقل او اخلاقو کې تر ټولو کامل انسانان دي، الله تعالی فرمایلي: (قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ ) (ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي). [الكهف سورت: 110 آیت]. دوی لکه د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، مګر دوی ته وحیې کیږي، او دوی په هغه څه کې معصوم دي چې د الله تعالی له لورې یې خلکو ته رسوي، الله تعالی د خپل بنده او خلیل محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي: ﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴾ (او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى* ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي. عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى} ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى). [النجم سورت: 3-5 آیتونه].
او کله چې نبي په هغه څه کې اجتهاد وکړي چې وحیې ورته پرې نه وي وشي، او اجتهاد یې بې پایلې شي، نو الله تعالی یې هغه اجتهاد نه تائیدوي، بلکه وحیې پرې نازلوي تر څو پرې تشه ډکه شي، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - په دې وینا کې دي: {مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيم} (د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه دې بندیان (قيديان) وي، تر هغه چې وینې توى كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (ستاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى). [الأنفال سورت : 67 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضي كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [التحريم سورت: 1 آیت].
او سره لدې چې دوی په دنیا او آخرت کې دا لوړ مقام، لوړه مرتبه او د ستاینې وړ مقام لري، خو بیا هم د ځان لپاره د هیڅ ګټې لاس ته راوړلو او د تاوان څخه ځان ژغورلو توان نه لري، الله تعالی فرمایلي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُون}. (ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یوه نېټه ده (،نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى به نه یوه ګړۍ وروسته كېږي او نه مخكې كېږي). [يونس سورت: 49 آیت].
او کله چې دوی ځانته د ګټې او یا تاوان رسولو واک نه لري، نو نورو ته خو یې په طریقه اولی سره نه لري، الله تعالی د خپل نبي او خلیل محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه فرمایلي دي: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذَّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون} (ستا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي). [آل عمران سورت: 128 آیت]، او د مسیح - علیه السلام- په اړه یې فرمایلي دي: {قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا} (ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي). [المائدة سورت: 17 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې عمه او خپلې لور؛ فاطمې رضي الله عنها ته وویل: «يَا مَعْشَرَ قُرَيْشٍ -أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا- اشْتَرُوا أَنْفُسَكُمْ، لَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، يَا بَنِي عَبْدِ مَنَافٍ لَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، يَا عَبَّاسُ بْنَ عَبْدِ المطَّلِبِ لَا أُغْنِي عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، وَيَا صَفِيَّةُ عَمَّةَ رَسُولِ اللَّهِ لَا أُغْنِي عَنْكِ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، وَيَا فَاطِمَةُ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَلِينِي مَا شِئْتِ مِنْ مَالِي لَا أُغْنِي عَنْكِ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا». «ای د قریشو ټولیه! - او یا دې ته ورته لفظ - ځانونه مو واخلئ، زه تاسو ته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولی، ای د عبد مناف اولادې، زه تاسو ته د الله تعالی په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای، ای عباس بن عبد المطلب، زه تاته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای او ای صفیه د رسول الله ترورې زه تاته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای، او ای فاطمې د محمد لورې، هر څومره مال چې راڅخه غواړې نو ویې غواړه، زه د الله تعالی په وړاندې تاته هیڅ ګټه نه شم رسولای». بخاري (2753)، مسلم (206)، ترمذي (3185) او نسائي (3646) روایت کړی دی. او کله چې دوی ځانته د ګټې او یا تاوان رسولو واک نه لري په داسې حال کې کله چې ژوندي و، نو نورو ته خو یې په طریقه اولی سره نه لري، په ځانګړې توګه له مرګ څخه وروسته.
او مونږ ایمان لرو چې دوی په غیبو نه پوهیږي مګر تر هغه حده چې الله -تعالی- دوی ته ورښودلي او اجازه یې ورته پرې کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحې كیدلی شي). [الأنعام سورت: 50 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون} [الأعراف:188]. (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: 188 آیت]، او الله تعالى فرماېلي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا* دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه].
او أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - د الله تعالی عبادت د هغه څخه له ویرې او هغه ته د هیلې درلودلو په موخه کوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت : 90 آیت]، او هغه ته نزدیکت لټوي، او هغه پاک ذات ته ځان نږدې کوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا ﴾ (دا هغه خلک دي چې د خپل رب عبادت کوي او لټوي هغه ته نږديوالی چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب له عذاب څخه ویره کیدی شي). [الإسراء سورت: 57 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان د هغو مصیبتونو، ناروغیو او مرګ سره مخ کیږي چې نور انسانان ورسره مخ کیږي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَيِّتُونَ} (بېشکه ته هم مړ کیدونکی یې او بېشکه دوی (هم) مړه کېدونکي دي). [الزمر سورت: 30 آیت]، او الله - تعالی - له أیوب څخه خبر ورکړ چې هغه ته سختي ورسیده: {وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} (او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې). [الأنبياء سورت : 83 آیت]، او هغوی لره مېرمنې او اولادونه دي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلاً مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً} (او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو). [الرعد سورت: 38 آیت]. او هغوی خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي، الله تعالی فرمایلي: {وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلاَّ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الأَسْوَاقِ} (او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل). [الفرقان سورت: 20 آیت]، او هغوی ته خفګان ورسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی له یعقوب - علیه السلام - څخه د خبر ورکولو په موخه وویل: {وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيم} (او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په (جدايۍ د) یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له غمه) ډك و). [يوسف سورت : 84 آیت]. او په صحیحینو کې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د لمسي د وفات په پیښه کې فرمایلي دي: کله چې کېناست نو ورپورته کړل شو، نو په غیږه کې یې کیناوه پداسې حال کې چې د کوچني بدن لړزیده، نو د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دواړه سترګي راډکې شوې، نو سعد وویل: دا څه دي ای د الله رسوله؟ هغه وویل: «هَذِهِ رَحْمَةٌ يَضَعُهَا اللَّهُ فِي قُلُوبِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ، وَإِنَّمَا يَرْحَمُ اللَّهُ مِنْ عِبَادِهِ الرُّحَمَاءَ». «دا د الله تعالی رحمت دی، الله تعالی یې د خپلو بنده ګانو په زړونو کې ځای پر ځای کوي چاته چې وغواړي، او یقینا الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه په هغه چا رحم کوي چې هغوی په خپله رحم کوونکي وي ». بخاري (6655)، مسلم (923)، أبو داود (3125)، نسائي (1868)، او ابن ماجه (1588) روایت کړی دی. جئث یعنې ویره، او: جئث فهو مجئوث، یعنې ویریدلی، فتح الباري (722/8)، او النهاية في غريب الحديث (1/ 232).
او مونږ پوهیږو چې دوى خلكو ته نصيحت وكړ، امانتونه يې وسپارل، او د خپل رب پيغامونه يې ورسول، او دا دوى ته زيان نه رسوي چې پيروانو يې - بلنه - ونه منله او نه دا چې خلکو پرې کبر وکړ، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «عُرِضَتْ عَلَيَّ الْأُمَمُ، فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَمَعَهُ الرُّهَيْطُ، وَالنَّبِيَّ وَمَعَهُ الرَّجُلُ وَالرَّجُلَانِ، وَالنَّبِيَّ لَيْسَ مَعَهُ أَحَدٌ». «امتونه راته پېش کړای شول، نو ما یو نبي -صلی الله علیه وسلم- ولیده چې د هغه سره د خلکو یو ټولی و، او بل نبي مې ولیده چې د هغه سره یو سړی او دوي سړیان وو، او داسې نبي مې هم ولیده چې هیڅوک ورسره نه وو». بخاري (5705)، مسلم (220)، او ترمذي (2446) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یقینا مسیح علیه السلام ژوندی پورته کړ کله چې د هغه قوم د هغه د وژلو اراده وکړه، الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللّهِ آمَنَّا بِاللّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُون * (نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مدد كوونكي دي؟ هغه خالص ملکرو یې وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ پر الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه پر دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو. رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِين* اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه. وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِين} او هغوی چلونه جوړ کړل او الله پټ تدبیر وکړ او الله تعالی له ټولو تدبیر کوونکو نه غوره دی). [آل عمران سورت: 52-54 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلاَ تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيم} (او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ، دا نېغه لار ده). [الزخرف سورت: 61 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی او له مجاهد او قتادة څخه، چې مراد پرې د عیسی ابن مریم علیه السلام راکوزیدل دي. طبري په تفسیر کې روایت کړی (20/ 631 - 633).
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا} (او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د هغه د مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي). [النساء سورت: 159 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما - فرمایلي دي: د هغه دا وینا چې {قَبْلَ مَوْتِهِ} یعنې «د عیسی ابن مریم له مرګ څخه وړاندې». تفسير طبري (9/380).
او مونږ ایمان لرو چې هغه به په آخره زمانه کې د عادل پاچا په حیث راکوزیږي، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی هغه فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «زما دې قسم وي په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به د مریمې زوی عیسی په عدل او انصاف سره فیصله کوونکی راکوز شي، نو صلیب به مات کړي، خنزیر به ووژني، جزیه به کیږدي، او مال به دومره زیات شي چې هیڅوک به یې نه قبلوي». بخاري (2222)، مسلم (155)، أبو داود (4324)، ترمذي (2233)، او ابن ماجه (4078) روایت کړی دی.
او د مسیح علیه السلام د راکوزیدو په خبر کې : رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «فَبَيْنَمَا هُوَ كَذَلِكَ إِذْ بَعَثَ اللهُ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ، فَيَنْزِلُ عِنْدَ الْمَنَارَةِ الْبَيْضَاءِ شَرْقِيَّ دِمَشْقَ، بَيْنَ مَهْرُودَتَيْنِ، «هغه به په همداسي وي چې الله تعالی به مسیح زوی د مریمې روالیږي، نو د دمشق ختیځ ته به د سپېنې منارې تر څنګه په پراخه یا زیړ رنګي لباس کې راښکته شي، یعنې په دوو تکو، یا دوو لباسونو، او ویل کیږي : ثوب المهرود: هغه لباس چې په خوشبویي او بیا په زعفرانو رنګ شوی وي. النهاية في غريب الحديث (5/ 258). پداسې حال کې چې خپل دواړه لاسونه به یې د ملاېکو په اوږو باندې ایښي وي، کله چې سر وخوځوي نو اوبه ترې و څڅیږي، او کله یې چې پورته کړي نو لكه د سپینو زور په څېر اوبه به ترې وڅڅیږي لکه د لعلو په څېر په پاکې او سوچه والي کې...». مسلم (2937)، أبو داود (4321)، ترمذي (2240)، او ابن ماجه (4075) روایت کړی دی.
(بــاب آيات الأنبياء ودلائل نبوتهم عليهم السلام) باب دی د أنبیاوو د معجزو او د هغوی د پیغمبرۍ د دلیلونو په اړه
او مونږ پوهیږو چې الله تعالی هر پیغمبر ته داسې نښې او دلیلونه ورکړي دي چې د ده په څېر باندې انسانان ایمان راوړي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَا مِنَ الأَنْبِيَاءِ نَبِيٌّ إِلَّا أُعْطِيَ مِنَ الآيَاتِ مَا مِثْلُهُ أُومِنَ، أَوْ آمَنَ عَلَيْهِ البَشَرُ، وَإِنَّمَا كَانَ الَّذِي أُوتِيتُ وَحْيًا أَوْحَاهُ اللَّهُ إِلَيَّ، فَأَرْجُو أَنِّي أَكْثَرُهُمْ تَابِعًا يَوْمَ القِيَامَةِ». «هیڅ نبي نشته مګر دا چې هغه ته داسې معجزې ورکړل شوي دي چې د هغه په څېر باندې خلکو ایمان راوړی دی، او یا پرې انسانانو ایمان راوړی، او یقینا هغه چې ماته راکړل شوی هغه وحیې ده چې الله تعالی ماته کړې ده، زه تمه لرم چې د نورو انبیاوو په پرتله به د قیامت په ورځ زما پیروان زیات وي». بخاري (7274)، او مسلم (152) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - هیڅ پیغمبر ندی لیږلی مګر دا چې له هغه سره داسې یو نخښه وي چې د هغه په رښتینولۍ دلالت وکړي، برابره خبره ده که مونږ پرې پوه شو ي یو یا پرې نه یو پوه شوي، او الله تعالی مونږ ته د هغې له جملې څخه یوه ټولګه په قرآن کریم کې بیان کړې ده. او پدې هم پوهیږو چې ډیری داسې نخښانې شته چې الله تعالی پرې د خپلو پخوانيو پیغبرانو تایید کړی دی او الله تعالی مونږ ته ندي بیان کړې، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيم} (او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي). [المائدة سورت : 10 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِ اللّهِ فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ اللّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَاب} [(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى]. [آل عمران سورت: 11 آیت]. او کله هم الله تعالی له ښکاره نښانو څخه یادونه کوي، او ثبوت یادوي، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِين} (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو(نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و). [هود سورت: 96 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلاَ يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا} (ويې ويل: ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه). [القصص سورت: 35 آیت]، عکرمة ویلي: « هر څه چې په قرآن کې له ثبوت څخه دي، هغه حجت دی». تفسير الطبري (8/30) و (9/337).
او مونږ پوهیږو چې هغه آیاتونه او دلیلونه چې الله تعالی پرې د خپلو پیغمبرانو او أنبیاوو ملاتړ کړی دی خورا زیات دي او ترټولو لوی ثبوت هغه دی چې دوی چې په کوم شي سره راتګ کړی دی هغه وحې ده،او د الله تعالی وحیې د هغه رسولانو او أنبیاوو ته وي: نو دا به یا له واسطې پرته وحیې وي، لکه خوب لیدل چې د الله تعالی پدې وینا کې له ابراهیم علیه السلام څخه خبر ورکړی چې هغه فرمایلي دي: {فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ} (نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم). [الصافات سورت : 102 آیت]، یا دا چې رسول د الله - جل جلاله - کلام په مستقیم ډول اوري، مګر د پردې تر شا، لکه څرنګه چې د هغه جل جلاله په دې وینا کې دي: {وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلاَّ وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ} (او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته). [الشورى سورت: 51 آیت]، او لکه څرنګه چې د الله تعالی په وینا کې دي موسی علیه السلام ته، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِين} (الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلکو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه). [الأعراف سورت: 144 آیت]، او یا دا چې ملاېکه ورسره خبرې وکړي، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء} (یا استازى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي). [الشورى سورت: 51 آیت].
او موږ پوهیږو چې د دوی په رښتینولۍ ترټولو لوی دلیل هغه توحید ته د دوی بلنه ده چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوی دی، هغه چې عقلونه یې په ښه والي ګواهي ورکوي او هغه څه چې دوی له ګټور علم څخه، نیکو اعمالو ، هدایت، حق دین او عدالت څخه راوړي دي: له عبید الله بن عبد الله څخه روایت دی چې عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - خبر ورکړی دی ویلي یې دي چې أبو سفیان راته ویلي دي چې «هرقل ورته وویل: پوښتنه مې درڅخه وکړه چې په څه درته امر کوي؟ نو تا وویل: چې هغه راته په لمانځه، رښتیا ویلو، پاک لمنۍ، په ژمنه وفا او د امانت په ادا کولو امر کوي، هغه وویل: او دا د نبي صفت دی». بخاري (2681)، مسلم (1773)، او ترمذي (2717) روایت کړی دی.
نجاشي وویل: کله چې جعفر - رضي الله عنه - ورته د مريم سورت لومړنۍ آیتونه تلاوت کړل: «دا وینا او هغه وینا چې موسی ته راغلې ده، دواړه له یوې ډیوې څخه راوځي». اسحاق بن راهويه (١٨٣٥)، احمد (٢٢٤٩٨)، ابن خزيمه (٢٢٦٠)، طحاوي په شرح مشکل الاثار (٥٥٩٨)، او ابو نعيم په الحليه (١/١١٥) او په دلائل النبوة کې روايت کړى دى (۱۹۴).
او لدې څخه خپلو رسولانو لره د الله تعالی شاهدي ده چې هغوی په حقه دي او هغه څه چې دوی پرې راتګ کړی هغه هم حق دي، الله تعالی فرمایلي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه). [النساء سورت: 166 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَاب} (او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغهٔ سره د كتاب علم دى). [الرعد سورت: 43 آیت].
او د دوی له لویو معجزو څخه: هغه وحیې چې پر دوی د الله تعالی له طرفه نازلیږي، او تر ټولو لویه وحیې قرآن عظیم دی چې زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم معجزه ده. او انسانان نه شي کولای چې د دې وحی په څېر راوړي؛ ځکه چې دا د الله کلام او وحې ده، او لدې امله چې غیبي خبرې پکې دي، او ځکه چې هدایت، نور، رحمت او حکمت پکې دی.
د دوی له څرګندو معجزو څخه: هغه عقلي دلیلونه دي چې الله تعالی پرې د خپلو رسولانو او أنبیاوو مرسته کوي، نو کافر حیران کړي او باطل یې له منځه ولاړ شي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَآجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رِبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِـي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين} (آیا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي). [البقرة سورت: 258 آیت]، او د هغه(ذات) چې د لوړې ستاینې او د پاکو نومونو خاوند دی وینا ده: {فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّي إِلاَّ رَبَّ الْعَالَمِين* (پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه. الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِين* هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي. وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِين * او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي. وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِين* او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي. وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِين* او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي. وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّين} او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي). [الشعراءسورت : 77-82 آیتونه]، او د هغه وینا د موسی علیه السلام په اړه چې هغه فرعون ته وویل: {رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده). [طه سورت: 50 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي). [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون} (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]. او دا دلیلونه ډیر زیات دي، لدې څخه مو ځینې په باب الربوبیة و الألوهیة کې ذکر کړي دي، او د دوی له ډیرو ښکاره معجزو څخه په غیبو خبر ورکول دي؛ هغه چې الله تعالی يې ورته اجازه کړي وي چې خلکو ته ترې خبر ورکړي.
او د دوی له سترو نښانو څخه: د پخوانیو پیغمبرانو نجات، د هغوی د پیروانو خلاصون، د دوی د دښمنانو له فریب څخه د هغوی د پیروانو نجات، د متکبرانو او ضدي خلکو له منځه وړل او د الله تعالی لخوا دوی ته هغه څه وریادول چې پر پخوانیو یې کړي دي او دا چې الهي کړنلاره جاري ده، الله تعالی د سورة الأنبیاء په لومړي سر کې فرمایلي دي: {ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِين} (بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل). [الأنبياء سورت: 9 آیت]، او د هغه - سورت - په پای کې یې فرمایلي دي: {وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُون} (او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي). [الأنبياء سورت: 105 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِر * [(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره. أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُوْلَئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَاءةٌ فِي الزُّبُر} (اى عربو!) آيا ستاسو كفار له دغو (ړومبنیو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟]. [القمر سورت : 42-43 آیتونه]. او په سورة الشعراء کې چې هرکله الله پاک د پخوانیو پیغمبرانو د نجات او د هغوی د دښمنانو د هلاکت یادونه کوي، حق ذات د دې هر یو خبر په تعقیب سره وايي: سبحانه وتعالی، یعنې پاکي ده هغه لره او لوړ دی شان د هغه ذات. {إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِين} (بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو). [الشعراء سورت: 67 آیت]. او متعال حق ذات فرمایلي دي: {فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُود} (نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم). [فصلت سورت: 13 آیت]، متعال رب فرمایلي دي: {أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه). [الروم سورت: 9 آیت].
د دوی له نښو څخه چې د دوی د نبوت څرګندونه کوي: د دوی د صفاتو کمال، د دوی د اخلاقو ښه والی، د دوی د عمل او چلند او د دوی د خبرو اخلاص چې دوی له دروغ ویلو څخه منع کوي، الله تعالی د صالح د خلکو په اړه د خبرولو په موخه فرمایلي دي چې هغوی به ویل: {يَا صَالِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَـذَا أَتَنْهَانَا أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيب} (دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، (تا ته زمونږ هيلې وې) ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغهٔ ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو). [هود سورت: 62 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {قَالُواْ يَا شُعَيْبُ أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاء إِنَّكَ لأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيد} (هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر حِلم والا، ډېر پوه يې). [هود سورت: 87 آیت].
هرقل له ابو سفیان څخه زمونږ د رسول - الله صلی الله علیه وسلم - په اړه پوښتنه وکړه او ویې ویل: «او ما له تا څخه وپوښتل چې آیا مخکې له دې څخه مو هغه کله په دروغو تورن کړی؟ نو تاسو وویل چې: نه، نو یقینا زه پوهیږم چې هغه به هیڅکله داسې ونه کړي چې پر خلکو دروغ ویل پریږدي او پر الله تعالی دروغ ووایي». بخاري (7)، او مسلم (1773) روایت کړی دی.
او لدې څخه: د پیغمبرانو د نښانو په لېږد کې لوی تواتر، او هغه څه چې دوی پرې د علم، هدایت او حق دین څخه راتګ کړی دی، هغه څه چې د دروغو په لیږدولو باندې سره د دوی یوځای کېدل ناممکن ګرځوي.
او لدې څخه دا چې هغوی هیڅکله په خپلو پیغمبریو نه مزد غواړي او نه هم واکمني، الله تعالی له ډیرو پیغمبرانو څخه د خبرولو په موخه فرمایلي چې هر یو به یې خپل قوم ته وییل: {يَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلاَ تَعْقِلُون} (اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر پر هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!). [هود سورت: 51 آیت].
او لدې څخه دا چې: د پیغمبرانو د نبوت سپکاوی هیڅوک نه کوي مګر یو جاهل چې د دین، علم او لارښوونې په اړه یې فکر ندی کړی، هغه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، او یا یو ضدي متکبر، الله تعالی فرمایلي: {وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا} (او دوی له دغو (معجزو) انکار وکړ د ظلم او سرکشۍ له امله، حال دا چې د دوی نفسونو په دغو یقین کړی و، نو ته وګوره د فساد کوونکو انجام څنګه و؟). [النمل سورت : 14 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُون} (بېشكه مونږ پوهېږو چې یقینًا حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجنوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دروغجن نه ګڼي او لېكن دغه ظالمان د الله له آیتونو نه انكار كوي). [الأنعام سورت: 33 آیت].
او لدې څخه ځینې یې: حسي دلیل وي چې سترګې یې ګوري، عقلونه یې مني، لکه د نوح د قوم غرقیدل، د صالح اوښه، د هود د قوم ننګونه چې که ټول قوم یې ورسره دوکه وکړي، له اور څخه د ابراهیم ژغورل، د موسی معجزې، او لدې څخه: امسا، ملخان، سپږې، چونګښې، وینه، طوفان، د فرعون او د قوم یې غرقیدل،او د داود - علیه السلام - معجزې لکه: د غرونو تسبیح وییل، د اوسپنې نرمیدل، د سلیمان - علیه السلام - معجزې، هغه ته د باد او پيریانو تسخیریدل، د مرغانو په خبرو پوهیدل. او د مسیح - علیه السلام - معجزې لکه پیس وهلی، مورزادي ړوند او چې وروسته وړوند شوی وي دوی رغول، د مړو ژوندي کول، او دا چې هغه به له خټو څخه لکه د مرغانو په څېر جوړول بیا به یې پکې پوکی وکړاو د الله په اذن به هغه مرغه شو، او زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم معجزې، چې هغه زیاتې دي او په سختۍ سره شمېرل کیږي لکه : د سپوږمۍ څېرې کیدل، اسراء او معراج، د خوړو ډیریدل، د حیواناتو سره خبرې کول، د کاڼو تسبیح ویيل، د ونې د تنې ژړا، او د الله لخوا د دښمنانو په مقابل کې یې مرسته کول.
او لدې څخه: د هغه پیغمبر حالت چې حق ته بلنه کوي؛ او یقینا چې خلک د هغه چا ترمنځ توپیر کوي چې په خپلو خبرو کې حق ته بلنه کوي او د هغه چا چې دروغو ته په خپلو ویناوو کې بلنه ورکوي... لدې امله عبد الله بن سلام فرمایلي دي: «کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مدینې ته راغي نو خلک مخې ته ورغلل، او یا وییل کیږي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی، نو زه په خلکو کې ورغلم تر څو ورته وګورم، نو کله مې چې د رسول الله مخ ولیده نو پوه شوم چې مخ یې د دروغجن انسان ندی»، ترمذي (2485)، ابن ماجه (1334)، ابن ابي شیبه (25898)، احمد (23784) او عبد بن حمید (496) روایت کړی دی. او داسې نورې نښانې.
او د پيغمبرانو له معجزو څخه هیڅ هم ندي پاتې پرته له قرآن او زمونږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه چې دا دواړه باقي پاتې دي؛ ځکه چې هغه وحې ده او الله تعالی د وحې د ساتلو تضمین کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت: 9 آیت]، او پدې دواړو کې د هغه د رسالت په رښتینولۍ ستر دلیلونه او ثبوتونه دي، او رښتیا فرمایلي دي د الله رسول - صلی الله علیه وسلم -
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د خپلو پیغمبرانو ملاتړ کوي، په هغه ډول چې د هغه حکمت د کائناتي او شرعي آیتونو او شواهدو تقاضا کوي، نو الله په خپل فضل سره هدایت کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره چې څوک وغواړي ګمراه کوي یې، او ضدي انسان ته آیتونه او معجزې نه زیاتوي مګر ضد او تکبر، حق ذات فرمایلي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} [او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)]. [الإسراء سورت: 41 آیت]، او حق ذات فرمایلٍي دي: {وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا} (خامخا به هغه (كتاب)، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر يقينًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه). [المائدة سورت: 68 آیت]، (الله) تعالی فرمايلي: {وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءهُمْ نَذِيرٌ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَى مِنْ إِحْدَى الأُمَمِ فَلَمَّا جَاءهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} (او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى به خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته). [فاطر سورت: 42 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِندَ اللّهِ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءتْ لاَ يُؤْمِنُون} (او دوى په الله قسمونه وخوړل، پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته مُعجِزه راشي، نو پر هغې به خامخا لازمًا ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې مُعجِزې له الله سره دي او تاسو پر دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دغه مُعْجِزه چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: 109 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُواْ بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالآيَاتِ إِلاَّ تَخْوِيفًا} (او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له هغې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره). [الإسراء سورت: 59 آیت].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: «سَأَلَ أَهْلُ مَكَّةَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم، أَنْ يَجْعَلَ لَهُمُ الصَّفَا ذَهَبًا، وَأَنْ يُنَحِّيَ الْجِبَالَ عَنْهُمْ، فَيَزْرَعُوا، فَقِيلَ لَهُ: إِنْ شِئْتَ أَنْ تَسْتَأْنِيَ بِهِمْ، وَإِنْ شِئْتَ أَنْ نُؤْتِيَهُمُ الَّذِي سَأَلُوا، فَإِنْ كَفَرُوا أُهْلِكُوا كَمَا أَهْلَكْتُ مَنْ قَبْلَهُمْ، قَالَ: لَا، بَلْ أَسْتَأْنِي بِهِمْ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ عز وجل هَذِهِ الْآيَةَ: د مکې خلکو له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې د صفا غونډۍ ورته سره زر وګرځوي او غرونه ورڅخه لرې کړي، تر څو کښت وکړي، نو هغه ته وویل شول: كه ته وغواړې نو - د دوی غوښتنه وروسته کولای شې - او که وغواړې هغه څه ورکړو چې سوال یې کړی دی، خو که چېرته یې کفر وکړ داسې به هلاک شي لکه څرنګه چې له دوی څخه مخکني هلاک شوي وو، هغه وفرمایل: نه، بلکه غوښتنه یې وروسته کوو، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَن كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً} (او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى له غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلکو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه). [الإسراء سورت: 59 آیت]». احمد (2333)، البزار (5036)، النسائي په الکبری (11226) کې، حاکم (3437) او البيهقي په دلائل النبوة (605) کې روايت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې که الله غوښتلی نو ټولو خلکو ته به یې هدایت کړی و، الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلكِن يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء} (او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ او لېكن هغه ګمراه كوي چا لره چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي). [النحل سورت: 93 آیت]. او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِين} (او كه الله غوښتلى دوى به يې په نېغه لار باندې لازمًا جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه). [الأنعام سورت: 35 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو دلیلونه او نښانې چې هغوی راوړي دي او الله یې پرې مرسته کړې ده، ناشوني ده چې د نبوت دعوه کوونکی یې راوړي، یا ساحر او دروغجن، ځکه چې الله - تعالی - پریکړه کړې چې په صحیح دلیل سره به د باطل مرسته نه کوي او نه به دروغجن په ریښتني ثبوت سره ریښتونی کوي؛ ځکه چې هغه ذات حکیم دی په خپل شریعت او امر کې او د الله تعالی جاري حکمت او کړنلاره د دې خبرې ممانعت کوي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الأَقَاوِيل* او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى. لأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِين* (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى. ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِين} بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى). [الحاقة سورت: 44-46 آیتونه].
(بــاب نبـوة نبينــا محمد صلى الله عليه وسلم) باب دی زمونږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په اړه
او مونږ ایمان لرو چې زمونږ نبي محمد بن عبد الله د رب العالمین رسول دی او هغه د أنبیاوو او رسولانو د لړۍ ختموونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ} (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى). [الأحزاب سورت: 40 آیت]. له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ مَثَلِي وَمَثَلَ الْأَنْبِيَاءِ مِنْ قَبْلِي كَمَثَلِ رَجُلٍ بَنَى بَيْتًا فَأَحْسَنَهُ وَأَجْمَلَهُ إِلَّا مَوْضِعَ لَبِنَةٍ مِنْ زَاوِيَةٍ، فَجَعَلَ النَّاسُ يَطُوفُونَ بِهِ وَيَعْجَبُونَ لَهُ وَيَقُولُونَ: هَلَّا وُضِعَتْ هَذِهِ اللَّبِنَةُ قَالَ فَأَنَا اللَّبِنَةُ وَأَنَا خَاتَمُ النَّبِيِّينَ». «زما او زما څخه وړاندې د پیغمبرانو مثال داسی دی لکه یو سړي چې ښکلی او ښایسته کور جوړ کړی وي مګر په یو کونج کې د یوې خښتې ځای - پاتې وي - نو خلک راځي او ګیردچاپیره ترې تاویږي او خوښوي یې او خاوند ته یې وایي: آیا دغه خښته نه ایښودل کیږي، فرمایي: نو زه هغه خښته یم، او زه د أنبیاوو د لړۍ پای ته رسوونکی یم». بخاري(3535)، او مسلم(2286) روایت کړی دی.
او هغه د آدم د اولادې سردار دی، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ الْقَبْرُ، وَأَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّع»، «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم او زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه څوک چې شفاعت یې کیږي»، مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی. او هغه د رب العالمین خلیل دی، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ أُمَّتِي خَلِيلًا، لَاتَّخَذْتُ أَبَا بَكْرٍ، وَلَكِنْ أَخِي وَصَاحِبِي». «که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په ځانګړې دوستۍ نیوه، نو خامخا به مې ابوبکر نیولی و، مګر هغه مې ورور او ملګری دی». بخاري (3656) روایت کړی.
او مونږ پوهیږو چې هغه ته چې کومې معجزې ورکړل شوي بل هیڅ پیغمبر ته ندي ورکړل شوي او د هغه ترټولو لویه معجزه قرآن کریم دی، او لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې د وحیې پیل شوی دی هغه د «سورة العلق» لومړي آیتونه دي لکه څرنګه چې پدې اړه صحیح حدیث راغلی دی: عن عائشة أم المؤمنين رضي الله عنها أنها قالت: أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِنَ الوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ، فَكَانَ لَا يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ، ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الخَلَاءُ، وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ -وَهُوَ التَّعَبُّدُ- اللَّيَالِيَ ذَوَاتِ العَدَدِ قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ، وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ، ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا، حَتَّى جَاءَهُ الحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ، فَجَاءَهُ الملَكُ فَقَالَ: «اقْرَأْ، قَالَ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، قَالَ: فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق: 1-3]»، فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَرْجُفُ فُؤَادُهُ، له أم المؤمنین عائشة - رضي الله عنها - څخه روایت دی، هغې فرمایلي دي، لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی څخه پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو، نو هیڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه هغه به د حراء په غار کې د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، د دې کار لپاره به یې له ځان سره توښه وړله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه اخستله، تر دې چې حق ( جبرائیل - علیه السلام - ) ورته راغی پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملاېکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ماورته وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره فشار راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې انسان له پرنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی [العلق: 1-3]» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره راغی پداسې حال کې چې زړه یې درزیده، بخاري (3)، مسلم (160) او ترمذي (3632) روایت کړی دی. او لدې وروسته پرې «المدثر» سورت نازل شو، له جابر بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې د وحې د وخت په اړه یې خبرې کولې: «فَبَيْنَا أَنَا أَمْشِي سَمِعْتُ صَوْتًا مِنَ السَّمَاءِ، فَرَفَعْتُ بَصَرِي قِبَلَ السَّمَاءِ، فَإِذَا الملَكُ الَّذِي جاءَنِي بِحِرَاءٍ قَاعِدٌ عَلَى كُرْسِيٍّ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، فَجَئِثْتُ مِنْهُ حَتَّى هَوَيْتُ إِلَى الأَرْضِ، فَجِئْتُ أَهْلِي فَقُلْتُ: زَمِّلُونِي زَمِّلُونِي فَزَمَّلُونِي»، «په داسې حال کې چې زه روان وم، له آسمانه مې یو غږ واورېده، نو ما خپل نظر د اسمان په لور پورته کړ، ګورم چې هغه ملاېکه ده کومه چې په حراء کې راته راغلې وه، د اسمان او ځمکې تر منځه په یوه کرسۍ ناسته وه، نو زه له هغې وویریدم تر دې پر ځمکه ورټیټ شوم، نو خپلې کورنۍ ته راغلم او ورته مې ووییل: په جامو کې مې تاو کړئ، په جامو کې مې تاو کړئ، نو هغوی زه په جامو کې ونغاړلم»، فَأَنـْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: {يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّر * قُمْ فَأَنذِر} [المدثر: 1، 2] إِلَى قَوْلِهِ: {فَاهْجُر} [المدثر: 5] -قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: وَالرِّجْزُ: الأَوْثَانُ- ثُمَّ حَمِيَ الوَحْيُ وَتَتَابَعَ. نو الله تعالی دا آیتونه نازل کړل: {يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّر* قُمْ فَأَنذِر} اى په جامه كې نغښتونكیه! ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه [المدثر سورت: 1، 2 آیتونه] د الله تعالی تر دې قوله پورې: {فَاهْجُر} [المدثر سورت : 5 آیت]. أبو سلمة ویلي دي: والرجز: یعنې بتان - بیا ورپسې د وحې نازلیدلو زور واخیست او پرلپسې نازلیده. بخاري (۴۹۲۶)، مسلم (۱۶۱) او ترمذي (۳۳۲۵) روایت کړی.
او له عائشة أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی، چې حارث بن هشام - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه پوښتنه وکړه نو ویې وییل : ای د الله رسوله! څرنګه تاته وحې راځي؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «أَحْيَانًا يَأْتِينِي مِثْلَ صَلْصَلَةِ الجَرَسِ، وَهُوَ أَشَدُّهُ عَلَيَّ، فَيُفْصَمُ عَنِّي، وَقَدْ وَعَيْتُ عَنْهُ مَا قَالَ، وَأَحْيَانًا يَتَمَثَّلُ لِيَ الملَكُ رَجُلًا، فَيُكَلِّمُنِي، فَأَعِي مَا يَقُولُ»، « کله کله ماته داسې راځي لکه د زنګ غږ، او دا یې پر ما تر ټولو سخته وي نو كله چې رابیدار شم، نو هغه څه مې حفظ کړي وي چې هغه ویلي وي، او کله کله راته ملاېکه دسړي په بڼه راشي، نو خبرې راسره وکړي نو زه هغه څه حفظوم چې هغه یې وایي»، عائشې - رضی الله عنها - فرمایلي دي: او یقینا ما - رسول الله صلی الله علیه وسلم - لیدلی دی چې په سخته یخه ورځ کې پرې کله وحې نازله شي او بیا ترې د وحې سختي لاړه شي نو د هغه پر تندي خوله رابهیدلي وي. بخاري (2)، مسلم (2333)، ترمذي (3634) او نسائي (933) روایت کړی دی.
هغه په مکه کې دیارلس کاله خلک توحید ته راوبلل او په مدینه کې یې لس کاله تېر کړل او الهي قوانین یې بیان کړل او د هغه دین ته یې بلنه کوله، او د هغه په لاره کې یې جهاد کاوه، تر دې چې الله تعالی د درې شپيته کلنۍ په عمر کې وفات کړ، زما مور او پلار دې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه قربان شي،
او مونږ پوهیږو چې له قرآن کریم څخه وروسته اسراء او معراج د هغه تر ټولو لویه معجزه ده ، الله تعالی فرمایلي: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير} . (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت: 1 آیت].
او له أنس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أُتِيتُ بِالْبُرَاقِ، وَهُوَ دَابَّةٌ أَبْيَضُ طَوِيلٌ فَوْقَ الْحِمَارِ، وَدُونَ الْبَغْلِ، يَضَعُ حَافِرَهُ عِنْدَ مُنْتَهَى طَرْفِهِ، قَالَ: فَرَكِبْتُهُ حَتَّى أَتَيْتُ بَيْتَ الْمَقْدِسِ، قَالَ: فَرَبَطْتُهُ بِالْحَلْقَةِ الَّتِي يَرْبِطُ بِهِ الْأَنْبِيَاءُ، قَالَ: ثُمَّ دَخَلْتُ الْمَسْجِدَ، فَصَلَّيْتُ فِيهِ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ خَرَجْتُ فَجَاءَنِي جِبْرِيلُ عليه السلام بِإِنَاءٍ مِنْ خَمْرٍ، وَإِنَاءٍ مِنْ لَبَنٍ، فَاخْتَرْتُ اللَّبَنَ، فَقَالَ جِبْرِيلُ صلى الله عليه وسلم: اخْتَرْتَ الْفِطْرَةَ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِآدَمَ، فَرَحَّبَ بِي، وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الثَّانِيَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِابْنَيِ الْخَالَةِ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ، وَيَحْيَى بْنِ زَكَرِيَّاءَ، صَلَوَاتُ اللهِ عَلَيْهِمَا، فَرَحَّبَا، وَدَعَوَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِي إِلَى السَّمَاءِ الثَّالِثَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِيُوسُفَ صلى الله عليه وسلم، إِذَا هُوَ قَدْ اُعْطِيَ شَطْرَ الْحُسْنِ، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الرَّابِعَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قَالَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِإِدْرِيسَ، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، قَالَ اللهُ عز وجل: {وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا} [مريم: 57]، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الْخَامِسَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ فَقَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِهَارُونَ صلى الله عليه وسلم، فَرَحَّبَ، وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ السَّادِسَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِمُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ السَّابِعَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِإِبْرَاهِيمَ صلى الله عليه وسلم مُسْنِدًا ظَهْرَهُ إِلَى الْبَيْتِ الْمَعْمُورِ، وَإِذَا هُوَ يَدْخُلُهُ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ لَا يَعُودُونَ إِلَيْهِ، ثُمَّ ذَهَبَ بِي إِلَى السِّدْرَةِ الْمُنْتَهَى، وَإِذَا وَرَقُهَا كَآذَانِ الْفِيَلَةِ، وَإِذَا ثَمَرُهَا كَالْقِلَالِ، قَالَ: فَلَمَّا غَشِيَهَا مِنْ أَمْرِ اللهِ مَا غَشِيَ تَغَيَّرَتْ، فَمَا أَحَدٌ مِنْ خَلْقِ اللهِ يَسْتَطِيعُ أَنْ يَنْعَتَهَا مِنْ حُسْنِهَا، فَأَوْحَى اللهُ إِلَيَّ مَا أَوْحَى، فَفَرَضَ عَلَيَّ خَمْسِينَ صَلَاةً فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، فَنَزَلْتُ إِلَى مُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: مَا فَرَضَ رَبُّكَ عَلَى أُمَّتِكَ؟ قُلْتُ: خَمْسِينَ صَلَاةً، قَالَ: ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ؛ فَإِنَّ أُمَّتَكَ لَا يُطِيقُونَ ذَلِكَ، فَإِنِّي قَدْ بَلَوْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَخَبَرْتُهُمْ، قَالَ: فَرَجَعْتُ إِلَى رَبِّي، فَقُلْتُ: يَا رَبِّ، خَفِّفْ عَلَى أُمَّتِي، فَحَطَّ عَنِّي خَمْسًا، فَرَجَعْتُ إِلَى مُوسَى، فَقُلْتُ: حَطَّ عَنِّي خَمْسًا، قَالَ: إِنَّ أُمَّتَكَ لَا يُطِيقُونَ ذَلِكَ، فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ، قَالَ: فَلَمْ أَزَلْ أَرْجِعُ بَيْنَ رَبِّي تبارك وتعالى، وَبَيْنَ مُوسَى عليه السلام حَتَّى قَالَ: يَا مُحَمَّدُ، إِنَّهُنَّ خَمْسُ صَلَوَاتٍ كُلَّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، لِكُلِّ صَلَاةٍ عَشْرٌ، فَذَلِكَ خَمْسُونَ صَلَاةً، وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً، فَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا، وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ شَيْئًا، فَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ سَيِّئَةً وَاحِدَةً، قَالَ: فَنَزَلْتُ حَتَّى انْتَهَيْتُ إِلَى مُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَأَخْبَرْتُهُ، فَقَالَ: ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «فَقُلْتُ: قَدْ رَجَعْتُ إِلَى رَبِّي حَتَّى اسْتَحْيَيْتُ مِنْهُ». «براق راته راوستلی شو، چې هغه یو اوږد سپین حیوان دی چې له خره نه پورته او د قچر نه ښکته دی، د هغې قدم تر هغه ځایه رسیږي چېرته چې د براق د لید پای وي، نو په هغې سپور شوم، تر دې چې بیت المقدس ته راغلم او په هغه حلقه کې مې - براق - وتاړه چېرته یې چې انبیاء – علیهم السلام - تړي، بیا مسجد ته داخل شوم او دوه رکعته لمونځ مې وکړ، بیا راووتم نو جبریل –علیه السلا م- راته یو لوښی راوړ چې په هغه کې شراب و او یو بل لوښی چې په هغه کې شیدې وې، نو ما شیدې غوره کړې، نو جبریل -علیه السلام- راته وویل چې فطرت دې غوره کړ، بیا مونږ اسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل د - دروازې - د پرانستلو غوښتنه وکړه، ورته وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبرائیل، ویې ویل چې له تا سره څوک دی؟ ويې ويل: محمد، وويل شول: آيا هغه ته ورلېږل شوى دی؟ هغه وویل: هغه ته ورلیږل شوی دی، نو زموږ لپاره خلاصه شوه، ګورم چې آدم -علیه السلام- دی، نو ماته یې ښه راغلاست وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، بیا مونږ دویم آسمان ته وخیږولی شو، نو جبریل - علیه السلام - د پرانستو غوښتنه وکړه، نو وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو: او تا سره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: هغه ته لیږل شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې دواړه د خاله زامن عیسی ابن مریم او یحیی بن زکریا، -صلوات الله وسلامه علیهما- دي نو دواړو راته ښه راغلاست وویل: او دواړو راته د خیر دعا وکړه، بیا دریم آسمان ته وخیژولی شوم، نو جبریل د پرانستلو غوښتنه وکړه، ورته وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو : او څوک درسره دی؟ ویې وییل: محمد - صلی الله علیه وسلم - وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته -دروازه - پرانستل شوه، ګورم چې یوسف - صلی الله علیه وسلم - دی چې نیمایې ښایست ورته ورکړل شوی وو، نو ښه راغلاست یې راته وویل: او د خیر دعا یې راته وغوښته، بیا مونږ څلورم آسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل -علیه السلام- د پرانستلو غوښتنه وکړه، نو وویل شو: څوک دی؟ ویې وییل: جبریل: وویل شو: تا سره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، ویې وییل: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وویل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې ادریس دی او ښه راغلاست یې راته وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا} (او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى) [مريم سورت: 57 آیت] بیا مونږ پنځم آسمان ته پورته کړای شو، نو جبریل د پرانستلو غوښته وکړه، نو وویل شو: څوک دی؟ هغه وویل: جبریل: وویل شو: او تاسره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې هارون - صلی الله علیه وسلم - دی نو ښه راغلاست یې وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، بیا مونږ اووم آسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل علیه السلام د پرانستلو غوښته وکړه، نو وویل شو: دا څوک دی ؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو: او تاسره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو ګورم چې موسی - صلی الله علیه وسلم دی، نو ښه راغلاست یې راته وویل او د خیر دعا یې راته وکړه بیا مونږ اووم اسمان ته پورته کړای شو، نو جبرائیل - علیه السلام - د پرانستلو غوښتنه وکړه، وویل شو: دا څوک دی؟ ويې ويل: جبرئيل، وويل شو: له تا سره څوک دى؟ ويې ويل: محمد، وويل شو: آیا هغه ته ورلیږل شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته ورلیږل شوی دی، نو زموږ لپاره پرانستل شوه، نو ګورم چې ابراهیم - علیه السلام – دی او بیت المعمور ته یې شا لږولې ده (تکیه یې وهلې ده) او دا هغه ځای دی چې هره ورځ ورته اویا زره ملاېکې ننوځي او بیا ورته بیرته نه راګرځي، بیا سدرة المنتهی ته یوړلی شوم، نو ګورم چې پاڼې یې د فیل د غوږونو په څېر او میوې یې لکه د چاټیو په څېر دي، وایې: نو کله چې ورته د الله تعالی لخوا یو امر راشي بدلون پیدا کړي، نو د الله تعالی هیڅ مخلوق يې بیا د ښکلا یادونه نشي کولی، نو الله تعالی ماته وحې وکړه هغه څه یې چې غوښتل راته یې وحې کړي، نو په ما یې په یوه شپه او ورځ کې پنځوس لمونځونه فرض کړل، نو موسی – صلی الله علیه وسلم – ته راښکته شوم، هغه راته وویل: ستا رب ستا پر امت څه شی فرض کړ؟ ما وویل: پنځوس لمونځونه، هغه وویل: رب ته دې بیرته ور وګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه؛ یقینا چې ستا امت د دې توان نه لري، یقینا چې ما بنی اسرائیل امتحان کړل او ډیره هڅه مې پرې وکړه، وایې: نو خپل رب ته بیرته وروګرځیدم، نو ومې وییل: ای ربه! زما په امت آساني راوله، نو زما څخه یې پنځه کم کړل، بیا موسی ته راوګرځیدم، نو ورته مې وویل: پنځه یې راڅخه کم کړل، ویې وییل: ستا أمت د دې توان نه لري، نو خپل رب ته دې وروګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه، ویې وییل: تر هغه پورې مې د خپل رب - تبارک و تعالی – او موسی – علیه السلام – تر منځ تګ راتګ کاوه تر دې چې ویې وییل: ای محمده! دا په هره شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه دي، د هر لمانځه لپاره لس - نیکۍ - دي، نو دا کیږی پنځوس لمونځونه، او چا چې د نیکۍ اراده وکړه او عمل یې پرې ونه کړ، نو نیکي ورته لیکل کیږي او که چېرته یې پرې عمل وکړ لس ورته لیکل کیږي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه او عمل یې پرې ونه کړ هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، نو که چېرته یې پرې عمل وکړ یوه بدي ورته لیکل کیږي، ویې وییل: نو راکوز شوم تر دې چې موسی – صلی الله علیه وسلم – ته راورسیدم او خبر مې کړ، نو ویې وییل: رب ته دې وروګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه» نو رسول الله – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: ما وویل: «دومره مې خپل رب ته وروګرځیدم چې نوره ترې حیا راغله». بخاري (7517) او مسلم (162) روایت کړی او الفاظ يې د ده دی، ترمذي (3131)، نسائي (450) او ابن ماجه (1399) روایت کړی دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - له معجزو څخه : د سپوږمۍ چاودیدل دي ، الله تعالی فرمایلي: {اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَر} (قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله). [القمر سورت : 1 آیت ]، او له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: د رسول الله - صلی الله علیه وسلم په وخت کې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه، یوه ټوټه یې د غره له پاسه، او بله یې لاندې ، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وویل: «اشْهَدُوا». «ګواه اوسئ یا وګورئ». بخاري (۴۸۶۴)، مسلم (۲۸۰۰) او ترمذي (۳۲۸۵) روایت کړی.
او الله تعالی په ډیرو ځانګړتیاوو سره ځانګړی کړی دی، لکه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «فُضِّلْتُ عَلَى الْأَنْبِيَاءِ بِسِتٍّ: أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الْكَلِمِ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِمُ، وَجُعِلَتْ لِيَ الْأَرْضُ طَهُورًا وَمَسْجِدًا، وَأُرْسِلْتُ إِلَى الْخَلْقِ كَافَّةً، وَخُتِمَ بِيَ النَّبِيُّونَ»، «ما ته په نورو أنبیاوو په شپږو شیانو سره غوره والی راکړل شوی دی: جوامع الکلم راکړی شوي، په ویره سره مې مرسته شوې ده، غنیمتونه راته حلال شوي دي، او ټوله ځمکه راته پاکیزه او مسجد ګرځیدلې ده او زه ټولو خلکو ته لیږلی شوی یم، او په ما د پیغمبرانو لړۍ پای ته رسیدلې ده»، مسلم (523) او ترمذي (1553) روایت کړی. او دا ځانګړنتاوې کله علماء په خپلو تالیفاتو کې ذکر کوي او کله پکې مستقل تالیفات کوي.
او مونږ ایمان لرو چې په هر مؤمن سړي او مؤمنې ښځې پر هغه ایمان راوړل واجب دي، او په هغه څه کې هغه رښتینی ګڼل چې خبر یې پرې ورکړی او په هغه څه کې یې اطاعت کول چې امر یې پرې کړی، الله تعالی فرمایلي: {لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً} (د دې لپاره چې تاسو (اى خلکو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ). [الفتح سورت: 9 آیت]. او هغه ذات چې لوی شان لري او پًاک دي نومونه د هغه فرمایلي دي: {فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِير} (نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى). [التغابن سورت : 8 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی عبادت باید ونه کړای شي مګر په هغه څه سره چې زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - روا ګڼلی وي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَاب} (او پېغمبر چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي یاست، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى). [الحشر سورت: 7 آیت]. او حق ذات د هغه (پیغمبر) د امر د سرغړونې څخه یره ورکړی، الله تعالی فرمایلي: {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي). [النور سورت: 63 آیت].
او د هغه صلی الله علیه وسلم احترام او ورسره محبت کول واجب دي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) (ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [آل عمران سورت : 31 آیت].
او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره محبت کول د ایمان له اصولو څخه دي، او الله تعالی د خپل محبت سره یو ځای یاد کړی دی، او هغه څوک یې ګواښلی دی چې هغه سره محبت کولو باندې بل شي ته لومړیتوب ورکړي لکه طبیعي محبت چې خلک یې د خپلوانو، پیسو، وطن او داسې نورو شیانو سره کوي، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِين} [(اى پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګن ځایونه چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلکو ته هدایت نه كوي]. [التوبة سورت: 24 آیت].
او پر مؤمن واجب دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له خپل ځان، پلار، اولاد او ټولو خلکو څخه زیات محبوب وي، فعن عبدالله بن هشام رضي الله عنه قال: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، وَهُوَ آخِذٌ بِيَدِ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ، فَقَالَ لَهُ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لَأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِلَّا مِنْ نَفْسِي، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «لَا، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْكَ مِنْ نَفْسِكَ»، فَقَالَ لَهُ عُمَرُ: فَإِنَّهُ الآنَ -وَاللَّهِ- لَأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ نَفْسِي، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «الآنَ يَا عُمَرُ». له عبد الله بن هشام -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې: مونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره وو پداسې حال کې چې هغه عمر بن الخطاب له لاس څخه نیولی و، نو عمر ورته وویل: ای د الله رسوله ! ته راته له هر څه نه زیات ګران یې مګر له خپل ځان څخه نه، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - ورته وویل: نه، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، تر څو پورې چې درته ستا له ځان څخه هم ګران نه شم»،نو عمر ورته وویل: یقینا چې اوس - قسم په الله - چې ته راته اوس د خپل ځان څخه هم زیات ګران یې، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اوس ای عمره». بخاري (6632) روایت کړی دی.
او یقینا چې الله - تعالی - زموږ د پېغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - یادونه په دوو ګواهیو کې په اذان کې له خپلې یادونې سره یو ځای ذکر کړې ده. او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یاد باندې مخکني اسماني کتابونه ډک دي او په قرآن عظیم الشان کې هم ترې زیاته یادونه شوې ده او د اسلام امامانو بیلابیل ډول تالیفات د هغه په سنت، سیرت، خویونو، اخلاقو او غزاګانو کې کړي دي او دلته په همدومره مقدار بسنه کوو چې د هغه صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې ایمان راوړل واجبوي.
قاضي عیاض -رحمه الله- فرمایلي دي: «که د کمال او عظمت ځانګړتیاوې هغه څه وي چې موږ یې یادونه وکړه او موږ ولیدل چې یو زمونږ څخه د دې په درلودلو سره د عزت او شرافت احساس کوي، او که چېرته دوه ورته په یو وخت کې برابر شي: یا له نسب، ښکلا، ځواک، حوصلې، زړورتیا، او یا بخښنې څخه تر څو يې عزت لوی شي او په نوم یې متلونه وویل شي، او د دې په یادولو سره ورته په زړونو کې لوی اثر پیدا شي، حال دا چې هغه له وختونو راهیسي له منځه تللي، او ایره شوي او وراسته شوي، نو د هغه چا په اړه دې څه ګمان دی چې دا ټول صفتونه پکې راټول شوي وي، تر دې چې نه شمېرل کیږي، او نه ترې په وینا سره تعبیر کیږي، او نه په خوارۍ او زحمت لاسته راوړل کیږي او نه په چل، مګر د لوی الله متعال ذات په تخصیص سره، د نبوت، رسالت، خلت، محبت، غوره والي، د شپې لخوا له یو ځای څخه بل ځای ته بوتلل او لیدل. (د اسراء په شپه پیغمبر صلی الله علیه وسلم لره د الله تعالی لیدلو کې اختلاف دی، خو صحیح خبره دا ده چې زمونږ رسول - صلی الله علیه وسلم د اسراء په شپه خپل رب ندی لیدلی). نږدې کېدل، وړاندې کېدل، وحې، شفاعت، وسيله، فضيلت، لوړ مقام، د ستاينې مقام، براق، معراج (آسمان ته ختل)، سور او تور ته لیږل، انبياوو ته لمونځ ورکول، د پيغمبرانو او امتونو ترمنځ ګواهي، د آدم د اولادې سردار، د ستاينې بيرغ، زيری، خبرداری او د عرش د خاوند په وړاندې مرتبه، بیا اطاعت، امانت، هدايت، د عالمیانو لپاره رحمت، رضایت، د سوال قبلول، کوثر، وینا اورېدل. د نعمت پوره کول، د مخکنیو او وروستنیو ګناهونو بخښل، د سینې پراخوالی، د پېټي سپکول، د یاد لوړول، د فتحې عزت، د آرامتیا نازلیدل، په ملایکو سره ملاتړ، د کتاب او حکمت ورکول، سبع المثاني او لوی قرآن، د امت پاکیزه ګي بیانول، د الله - جل جلاله - لورې ته بلنه ورکول، د الله تعالی او ملاېکو درود ویل، د خلکو تر منځه په هغه ډول پریکړه کول لکه څرنګه یې چې الله غواړي، ورڅخه د بار سپکول او د زولنو لرې کول، او د هغه په نوم قسم یادول، د هغه د بلنې منل، د بې روحه شيانو او عجمو سره خبرې کول ... کوڼ ته وراوریدل، او د ګوتو تر منځه یې د اوبو راخوټیدل، د لږ شي زیاتول، د سپوږمۍ ټوټې کول، د لمر بیرته ګرځول، د لیدل شوو شیانو سرچپه کول، په ویرې سره ملاتړ او بریا.. او داسې نور چې شمېرونکی یې نه شي احاطه کولی، او نه یې څوک په خپل علم کې راوستلی شي مګر هغه ذات چې دا هر څه بخشش کړي دي او لورینه یې پرې کړې ده، له هغه پرته بل معبود نشته، تر هغه څه پورې چې په اخرت کې یې ورته چمتو کړي دي له عزتمندو کورونو، د عزت مرتبو، د خوشحالیو درجې، نیکي او زیاتوالی چې عقلونه یې له درک څخه حیران پاتې کیږي، او ګمان یې هم له ادراک څخه عاجز پاتې کیږي». الشفا بتعريف حقوق المصطفى (1/ 55 - 57).
(بــاب عموم رسالته صلى الله عليه وسلم للخلق كافة) باب دی په عمومي ډول ټولو خلکو ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت پیغام .
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یې رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - ټولو خلکو ته لیږلی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِـي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (ته ووایه: اى خلکو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} (او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي). [سبا سورت: 28 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنَ الأَنْبِيَاءِ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي الغَنَائِمُ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ». «ماته پنځه شیان راکړل شوي دي چې زما څخه وړاندې هیڅ یو نبي ته ندي ورکړل شوي، د یوې میاشتې واټن سره مې په ویرې خپریدو مرسته شوې ده، او ټوله ځمکه راته پاکیزه او مسجد ګرځیدلې ده او زما له امت څخه چې هر سړي لمونځ لاندې کړ نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمتونه حلال ګرځول شوي دي، او هر پیغمبر به خاص خپل امت ته لیږل کېده، پداسې حال کې چې زه ټولو خلکو ته لیږل شوی یم، او ماته شفاعت راکړل شوی دی». بخاري (۴۳۸)، مسلم (۵۲۱) او نسائي (۴۳۲) روایت کړی دی.
او د مسلمانانو په اتفاق زمونږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - الله تعالی ثقلینو (انسانانو او پيریانو) دواړو ته لیږلی دی، او پيریانو قرآن کریم ته غوږ نیولی و او بیا خپل قوم ته ویروونکي وروګرځیدل، نو الله تعالی ېې رسول په قرآن کریم کې پدې وینا سره خبر کړ: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين* او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم} دوى وویل: اى زمونږه قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي. يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيم* اې زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ، چې هغه (الله) تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او تاسو له ډېر دردوونكي عذاب نه خلاص (او بچ) كړي. وَمَن لاَّ يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَولِيَاء أُوْلَئِكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازی (او مرسته کوونکی) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [الأحقاف سورت : 29- 32 آیتونه].
او الله - تعالی - په ټولو أنبیاوو او رسولانو علیهم السلام ژمنه اخیستې ده که چېرته محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو - او دوی ژوندي وو - نو خامخا به پرې ایمان رواړي، الله - جل جلاله فرمایلي دي: {وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِين} (او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا پر هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: آیا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم). [آل عمران سورت: 81 آیت]. علي بن أبی طالب رضي الله عنه فرمایلي دي: الله - جل جلاله - هیڅ داسې نبي ندی لیږلی؛ له آدم څخه تر وروستي یو پورې مګر دا چې له هغه څخه یې د محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه ژمنه اخیستې ده: که چېرته ولیږل شو - او دی ژوندی و - نو خامخا به پرې ایمان راوړي، مرسته به یې کوي، او هغه به ورته امر کوي، نو له خپل قوم څخه به ورته ژمنه اخلي، نو هغه فرمایلي دي: {وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ} الْآيَةَ [آل عمران سورت: 81 آیت]».او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمت څخه دركړم». طبري په خپل تفسير کې روایت کړی دی (5/ 540).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «دَعْوَةُ أبي إِبْرَاهِيمَ، وَبِشَارَةُ عِيسَى قَوْمَهُ، وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»، «زما د پلار ابراهیم دعا او د عیسی زیری خپل قوم ته او زما د مور هغه خوب چې له هغې څخه یو نور راوځي او د شام ماڼۍ ترې رڼا کیږي»، احمد (17163)، عثمان بن سعید الدارمي په الرد علی الجهمیة کې (261)، ابن ابی عاصم په السنة کې (418)، عبدالله بن احمد په السنة کې (865)، ابن حبان (6404) او طبراني په مسند الشامیین (۱۴۵۵) کې روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «أنا دعوة أبي إبراهيم» "زه د خپل پلار ابراهیم دعا یم". پدې سره یې مقصد هغه څه دي چې الله - تعالی - پرې مونږ ته د ابراهیم الخلیل - علیه السلام - د دعا په اړه خبر راکړی و، چې هغه یې دا وینا ده: {رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ العَزِيزُ الحَكِيم} (اى زمونږه ربه! دې (خلکو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا آيتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښايي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې). [البقرة سورت: 129 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې پيغمبرانو پده باندې خپلو قومونو ته زیری ورکړی او د هغه - صلی الله علیه وسلم - او د هغه د ملګرو - رضي الله عنهم - صفتونه په تورات او انجیل کې راغلي دي، سپېڅلي حق ذات فرمایلي دي: {مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا} (محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده). [الفتح سورت: 29 آیت]، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون} (هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي). [الأعراف سورت: 157 آیت]. او په ده سره مسیح - علیه السلام - بني اسرائیلو ته زیری ورکړی، الله تعالی له هغه څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغه ورته وویل: {يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِين} (او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى). [الصف سورت: 6 آیت]. او أهل کتابو داسې پيژانده لکه څرنګه یې چې خپل زامن پېژندل، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُون} (هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، يا قرآن يا اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي). [البقرة سورت: 146 آیت].
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د نبوت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې اهل کتابو پیژندلې لکه د هغه په ملا کې د نبوت مبارک مهر، له سائب بن یزید - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: بیا یې شاته ودریدم، نو د هغه د دواړو اوږو تر منځ مې د نبوت مهر ته وکتل، لکه د زرکې د هګۍ په څېر - (یا هغه سپینوالی چې په زرکه کې وي). بخاري (190)، مسلم (2345)، او ترمذي (3643). روایت کړی دی.
او له جابر بن سمرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایلي یې دي: « او د هغه د اوږې سره مې مهر ولیده لکه د کوترې د هګۍ په شان چې د هغه د بدن سره یې ورته والی درلوده». مسلم (2344)، ترمذي (3644)، او نسائي (5114). روایت کړی دی.
او مونږ د هغه - صلی الله علیه وسلم - د پيغمبرۍ په عموميت باور لرو، لدې امله یې پادشاهانو او مشرانو ته لیکونه ولیږل او د یو الله عبادت او د هغه - صلی الله علیه سلم - په پیغمبرۍ ایمان او رښتیا ګڼلو ته یې راوبلل، له أبو بردة څخه روایت دی، هغه له خپل پلار - رضي الله عنه - څخه روایت کوي فرمایلي یې دي: «رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته امر وکړ چې د نجاشي وطن ته لاړ شو - نو خپل حدیث یې ذکر کړ - نجاشي وویل: زه ګواهي ورکوم چې هغه د الله رسول - صلی الله علیه وسلم - دی، او یقینا چې دی هغه څوک دی چې عیسی زوی د مریم پرې خبر ورکړی و، او که چېرته زه په واک کې نه وم نو ورغلی به وم او د هغه څپلۍ به مې ګرځولې وې». ابوداود (3205)، ابن ابي شیبه (37795)، عبد بن حمید (550)، ابن ابی عاصم په الآحاد و المثاني کې (366)، او رویاني (502) او حاکم روایت کړی دی (3268).
او هرقل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک له ترلاسه کولو وروسته وویل: «زه پوهېدم چې دا راوتونکی دی، مګر ګمان مې نه کاوه چې ستاسو څخه به وي، او که چېرته داسې وي لکه څرنګه چې تا وویل: نو نږدې ده چې زما د دې دواړو قدمونو د ځای واک به خپل کړي، او که چېرته زه هغه ته د ورتلو هیله ولرم، نو ورته د رسیدو په لارې کې سختي به وزغمم، او که چېرته زه له هغه سره وم نو د هغې پښې به مې وینځلې وای». بخاري (2941)، او أبو داود (5136). روایت کړی دی.
عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه قَالَ: جَاءَ العَاقِبُ وَالسَّيِّدُ، صَاحِبَا نَجْرَانَ، إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُرِيدَانِ أَنْ يُلَاعِنَاهُ، قَالَ: فَقَالَ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ: لَا تَفْعَلْ، فَوَ اللَّهِ لَئِنْ كَانَ نَبِيًّا فَلَاعَنَّا لَا نُفْلِحُ نَحْنُ، وَلَا عَقِبُنَا مِنْ بَعْدِنَا، قَالَا: إِنَّا نُعْطِيكَ مَا سَأَلْتَنَا، وَابْعَثْ مَعَنَا رَجُلًا أَمِينًا، وَلَا تَبْعَثْ مَعَنَا إِلَّا أَمِينًا. فَقَالَ: لَأَبْعَثَنَّ مَعَكُمْ رَجُلًا أَمِينًا حَقَّ أَمِينٍ، فَاسْتَشْرَفَ لَهُ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «قُمْ يَا أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الجَرَّاحِ»، فَلَمَّا قَامَ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «هَذَا أَمِينُ هَذِهِ الأُمَّةِ». له حذیفة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له نجران څخه د نصاراوو له مشرانو څخه دوه تنان رسول الله - صلی الله علیه وسلم ته راغلل چې یو یې عاقب یعنې سلاکار و - نوم یې عبد المسیح و - او بل یې مشر و - او نوم یې ایهم و - دوی دواړو غوښتل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وسلم سره مباهله وکړي، وایې: نو یو یې خپل ملګري ته وویل: داسې کار مه کوه، قسم په الله که چېرته پیغمبر وي او مونږ سره یې مباهله وکړه هیڅکله به نه مونږ کامیاب شو او نه زمونږ څخه وروسته زمونږ راتلونکی - نسل - هغوی دواړو ورته وویل: مونږ تاته هغه څه درکوو چې ته یې زمونږ څخه غواړې او زمونږ سره یو امانتدار سړی ولیږه، او مونږ سره مه لیږه مګر امانتدار نو هغه وویل: یقینا چې زه به تاسو سره یو په حقه أمین سړی ولیږم، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري ورته راښکاره شول نو هغه وفرمایل: "پاڅېږه ای ابو عبيده بن الجراح" نو کله چې ودریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"دا د دې امت امین دی". بخاري (۴۳۸۰)، مسلم (۲۴۲۰)، ترمذي (۳۷۹۶) او ابن ماجه (۱۳۵) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته ځمکه راټوله کړه، نو تر هغه ځایه یې ترې ولیده چې د هغه واکمني به ورته رسیږي، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: "یقینا چې الله - تعالی - زما لپاره ځمکه راغونډه کړه او ما د هغې ختیځ او لویدیځ ولیده، او زما د أمت واکمني به پر هغې دومره اندازې ته ورسیږي څومره چې ماته راغونډه کړی شوه". مسلم (2889)، ابوداود (4252)، ترمذي (2176) او ابن ماجه (3952) روایت کړی دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عموميت له دلایلو څخه د ډیری یهودي او نصراني علماوو اسلام راوړل دي، بلکه له اهل کتابو څخه په زرګونو.
او همدار نګه: هغه - صلی الله علیه وسلم - له روم سره غزا وکړه او صحابه کرامو ته یې له هغه وروسته د پارس او روم سره د جهاد کولو امر وکړ.
(بــاب مقالاتِ خُصومِ الرسالات والرسل عليهم السلام) باب دی د رسالتونو او رسولانو د مخالفینو د ویناوو په اړه
الله تعالى فرمایلي دي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون}. (او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انسي او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي چې یاد یې لوی او نومونه یې سپیڅلي دي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا} (او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى). [الفرقان سورت: ایت 31 آیت].
د الله - تعالی - د حکمت غوښتنه ده چې په خپل فضل سره لارښوونه کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره ګمراه کوي چا لره چې وغواړي، همدا رنګه حکمت یې دا تقاضا کړې چې هر پیغمبر لره دې یو دښمن وي، او د دې دښمنانو تر منځه دې یو بل ته په باطل سره وصیت کول او په خبرو کې یو بل ته ورته والي وي، الله تعالی فرمایلي: {مَا يُقَالُ لَكَ إِلاَّ مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيم} (تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى). [فصلت سورت: 43 آیت]. نو په هر امت کې د خلکو خبرې سره یو بل ته ورته والی لري، کله وایې: هغه ساحر دی، یا کوډګر دی او یا دروغجن دی، لکه څرنګه چې د فرعون په وینا کې موسی - علیه السلام - ته راغلي چې الله تعالی ترې په خپلې دې وینا سره خبر ورکوي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِين* (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و. إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّاب} فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى). [غافر سورت: 23، 24 آیت]. او کله هم انکار کوي چې هغه دې ورته کومه معجزه رالیږلي وي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {قَالُواْ يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِين} (هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل باطل معبودان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ پر تا ایمان راوړونكي نه یو). [هود سورت: 53آیت]. او کله هم دا دعوه کوي چې هغه په الله باندې درواغ تړي، الله - تعالی- د دوی د دې پلیتې وینا په اړه فرمایلي: {وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلاَّ رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلاَّ إِفْكٌ مُّفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِين} (او كله چې دوى ته زمونږ آیتونه ولوستلی شي، چې ښه واضح دي (نو) دوى وايي: نه دى دا مګر یو داسې سړى دى چې غواړي تاسو د هغو (معبودانو له عبادت) نه منع كړي چې ستاسو پلرونو به يې عبادت كاوه او دوى وايي: دا (قرآن) نه دى مګر خالص دروغ دي چې له ځانه جوړ كړى شوي دي او كافران شوي خلک د حق (قرآن) په باره كې وايي كله چې دوى ته راغى: نه دى دا مګر ښكاره جادو). [سبا سورت: 43 آیت].
او کله یې هم په لیونتوب سره یادوي، الله - تعالی - فرمایلي: {وَقَالُواْ يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُون} (او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر (قرآن) نازل شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې). [الحجر سورت: 6 آیت]، او الله - تعالی - د دوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه وفرمایل: {قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُون} [(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى]. [الشعراء سورت: 27 آیت]. او د الله - تعالی - رسولان لدې څخه لرې دي حال دا چې دوی په عقل کې تر ټولو کامل او په زړونو تر ټولو پاک خلک دي.
او کله هم دوی ته دا خبره ډیره لویه ښکاري چې دوی یې د یو الله تعالی عبادت ته رابولي، الله تعالی د دوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغوی ویلي: {أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِين} (هغوى وویل: آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې). [الأعراف سورت: 70 آیت]، او ویلي یې دي: {أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَاب} (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى). [ص سورت: 5 آیت].
او کله یې په پېغمبر د هغه بلنه ور ردوي؛ ځکه چې هغه د دوی په څېر یو انسان دی، الله - تعالی - فرمایلی: {فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا} (نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر). [هود سورت: 27 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {لاَهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّواْ النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلْ هَذَا إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُون} (په داسې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) ندى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، آیا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ). [الأنبياء سورت: 3 آیت].
او کله ترې د داسې کارونو غوښتنه کوي چې هغه د مخلوق په توان کې نه وي، خو دا کارونه دوی د لویۍ او ضدیت له امله کوي - یقینا دوی زمونږ له نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې له ځمکې څخه ورته چیني راوباسي او یا دا چې باغ ولري او یا پرې له آسمان څخه باران واوروي او یا ورته الله او پرښتې راولي او یا دا چې پیغمبر لره دې یو ښایسته کور وي او یا په آسمان کې دې پورته وخیژي او کتاب دې پرې نازل کړي. {وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا * (او دوى وویل: مونږ به پر تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې. أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا * یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګورو، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول. أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلا * یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې. أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولا* یا چې ستا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته آسمان ته وخېژې او مونږ به ستا پر (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى. وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللّهُ بَشَرًا رَّسُولا * او خلک د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: آیا الله یو انسان رسول رالېږلى دى!. قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاء مَلَكًا رَّسُولا} ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو پر ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له آسمان نه مَلك، رسول رالېږلى وى). [الإسراء سورت: 90-95 آیت].
او کله له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه غوښتنه کوي چې پر هغه عذاب ورته راتګ وکړي چې ژمنه یې ورسره کړې ده: الله - تعالی - فرمایلي: {قَالُواْ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِين} (هغوى وویل: آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې). [الأعراف سورت: 70 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {فَعَقَرُواْ النَّاقَةَ وَعَتَوْاْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُواْ يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِين} (نو هغوى اوښه ووژله او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل:اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې). [الأعراف سورت: 77 آیت].
او کله هم رسول په ګمراهۍ او حماقت سره تورنوي ، لکه څرنګه چې الله مونږ ته په خپلې حکیمانه وینا سره د دوی کیسه بیان کړې ده: {قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِين} (د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه). [الأعراف سورت: 66 آیت].
او کله یې د الله تعالی له لارې څخه منع کوي، او خپلو پیروانو ته وایي: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ او غالمغال پکې وکړئ، لکه څرنګه چې الله تعالی لدوی څخه خبر ورکوي؛ الله تعالی فرمایلي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ} (او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ). [فصلت سورت: 26 آیت].
او کله کله د رسول په مقابل کې هغه دروغجن ګڼي، لکه څرنګه چې الله تعالی خبر ورکوي چې هغوی ویلي: {وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِين}، (او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه). او یا رسول - صلی الله علیه وسلم - پدې تورنوي چې هغه څوک چې ښوونه ورته کوي یو بشر دی نه دا چې د الله تعالی له لورې ورته وحې راځي: الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَـذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِين} (او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده). [النحل سورت: 103 آیت].
او کله له رسول څخه مخ اړوي؛ ځکه چې کمزوري خلک یې پیروي کوي، لکه څرنګه چې الله تعالی د نوح د قوم په اړه فرمایلي: {فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِين} (نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلک دي، په سرسري فكر سره، ستاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې د دروغجنو ګمان كوو). [هود سورت: 27 آیت]، او هرقل أبو سفیان ته وویل: «او له تا څخه مې پوښتنه وکړه چې: آیا معتبر خلک یې پیروي کوي که کمزوري یې؟ نو تا وویل: چې کمزورو خلکو یې پیروي کړې ده، حال دا چې همدغه - کمزوري خلک - د پیغمبرانو پیروان دي». بخاري (7)، او مسلم (1773) روایت کړی دی.
او کله دوی خندا کوي او د رسولانو پسې ملنډي وهي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي دي: {قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُون} (ته (ورته) ووایه: آیا تاسو په الله او د هغه په آیتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟). [التوبة سورت: 65 آیت]، او لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې راغلي دي: {وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُون} (او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ). [هود سورت: 38 آیت]. او کله ناکله دوی رسول دوکه کوي، او دوی تمه لري چې هغه به دوی ته میلان پیدا کړي او یا به په دوی تکیه وکړي، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُون} (دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي). [القلم سورت: 9 آیت]. او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا: {وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا * (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې). [الإسراء سورت: 74 آیت].
او کله هم د دوی ژبې پيغمبر ته په پیغور ورکولو سره ور اوږدې شي، لکه څرنګه چې فرعون موسی ته وویل: {أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلاَ يَكَادُ يُبِين} (بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي). [الزخرف سورت : 52 آیت].
او د أبو سفیان وینا - حال دا چې هغه په شام کې و - زمونږ د نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - په شان کې: «نو کله چې ووتو ما خپلو ملګرو ته وویل: یقینا چې د ابن أبي کبشه - یعنې محمد صلی الله علیه وسلم - خبره خپره شوه، یقینا چې له هغه څخه هرقل؛ د روم پادشاه وېریږي». بخاري (4553)، مسلم (1773)، او ترمذي (2717) روایت کړی دی.
او کله کله د دوی مشران رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له وطن څخه د شړلو ګواښ کوي، لکه څنګه چې الله تعالی د شعیب د قوم په اړه فرمایلي دي: {قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُواْ لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ قَالُواْ إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُون} (د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! مونږ به تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه خامخا لازمًا وباسو، یا به تاسو زمونږ دین ته خامخا لازمًا راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو). [الأعراف سورت: 88 آیت].
حق ذات فرمایلي دي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّـكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا} (او كافران شویو خلکو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو). [إبراهيم سورت: 13 آیت]، او د لوط - علیه السلام - قوم هغه ته او هغه چا ته چې ایمان یې ورسره راوړی وو وویل لکه څرنګه چې الله تعالی له هغوی څخه خبر ورکوي: {أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُون} (دا خلک له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دي چې ځان ډېر پاك ساتي) [الأعراف سورت: 82 آیت]. او د قریشو کافرانو زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د بني هاشمو سره د ابو طالب په دره کې د دریو کلونو لپاره محاصره کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې له خپل کور او کلي څخه وویست.
او له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله چې نبي صلی الله علیه وسلم د حنین مالونه وویشل، له انصارو څخه یو سړي وویل: د الله رضا یې پرې اراده نه وه، نو زه نبي صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او خبر مې کړ، نو مخ یې تغییر شو بیا یې وفرمایل: «رَحْمَةُ اللَّهِ عَلَى مُوسَى، لَقَدْ أُوذِيَ بِأَكْثَرَ مِنْ هَذَا، فَصَبَرَ». «پر موسی دې د الله رحمت وي، یقینا چې لدې څخه زیات ازارول شوی وو، نو صبر یې وکړ». بخاري (۴۳۳۵)، مسلم (۱۰۶۲) او ترمذي (۳۸۹۶) روایت کړی.
او د ابراهیم - علیه السلام - قوم هڅه وکړه چې هغه په اور سره وسوځوي، خو الله پاک وژغوره، الله تعالی فرمایلي: {فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ} (نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ). [العنكبـوت سورت: 24 آیت]، او الله تعالی خبر ورکوي چې بني اسرائيلو له خپلو انبياوو سره څه وکړل: {أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقاً كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقاً تَقْتُلُون} (ايا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښول، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) يوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله). [البقرة سورت: 87 آیت].
دا د پیغمبرانو سره د متکبره خلکو عادت دی او دا یوه جاري کړنلاره ده چې عام خلک یې په هر امت کې د اصلاح کوونکو پر وړاندې پر مخ وړي.
خو الهي کړنلاره د خپلو رسولانو او أنبیاوو علیهم الصلاة والسلام سره په مرستې کولو کې جاري ده، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَاد} (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: 51 آیت]، او الله تعالى فرماېلي: {ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِين} (بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل). [الأنبياء سورت: 9 آیت].
(كتاب اليوم الآخر) کتاب دی د آخرت د ورځې په اړه.
د کتاب لنډیز
او مونږ د آخرت په ورځ ایمان لرو او دا د ایمان د ارکانو څخه شپږم رکن دی، او د آخرت ورځ ورته وییل شوې ده؛ ځکه چې دا د دنیا وروستۍ ورځ ده، نو له هغې وروسته ورځ نشته، او همدا رنګه دې ورځې لره ډیر نومونه دي، چې له نومونو څخه یې: يوم القيامة، يوم البعث، يوم الحساب، يوم الدين، الطامة، الحاقة، الواقعة، الصاخة، او الغاشية دي، او الله تعالی په خپل کتاب کې په دیرو ځایونو کې د آخرت له ورځې څخه یادونه کړې ده.
او د اخرت په ورځ له ايمان څخه: د هغې په نښانو ايمان دی - يعنې: د قيامت علامې - او همدارنګه: په هغه څه ايمان چې له مرګ څخه وروسته به واقع کيږي، او موږ به د قيامت د نښانو په اړه خبرې پيل کړو، بيا هغه څه چې له مرګ نه وروسته پیښیږي؟ ؛ ځکه چې دا د آخرت له ورځې څخه مخکې واقع کیږي.
نو د قیامت علامې: هغه نښې دي چې د آخرت د ورځي په نږدې کیدو دلالت کوي، او دا له هغو غیبو چارو څخه دي چې مونږ ته پرې په ایمان راوړلو امر شوی دی.
او دا درې ډوله دي:
یو ډول يې: هغه دي چې ښکاره شوي دي او پای ته رسیدلي دي او دا ډیرې زیاتې دي.
دویم ډول: یې د قیامت د ورځې هغه نښانې دي چې تر اوسه ښکاره شوي دي، خو پای ته ندي رسیدلي، بلکه دوام لري.
دریم ډول: یې هغه نښانې دي چې تر اوسه له هغې څخه څه شی واقع شوی ندی، بلکه له قیامت څخه لږ وړاندې به وي.
او د آخرت په ورځ له ايمان څخه: پدې ایمان لرل دي چې هر شی هلاکیدونکی دی مګر د هغه پاک ذات (مخ) او دا چې د مرګ ملاېکه روحونه اخلي او په هغه څه ایمان چې له مرګ څخه وروسته پیښیږي، لکه د مړي پوښتنه، د قبر عذاب او نعمت یې
او مونږ ایمان لرو چې کله الله تعالی د دې دنیا د زوال او پای ته رسیدو اجازه ورکړي ، نو الله به ملاېکې ته امر وکړي، نو په شپیلۍ کې به لومړی پوکی وکړي، نو بې هوشه (مړه) به شي ټول هغه څوک چې په آسمانونو او هغه څوک چې په ځمکه کې دي مګر هغه څوک به - پاتې شي - چې الله یې وغواړي، بیا به الله تعالی باران و اوروي چې له هغه څخه به د انسانانو جسدونه رازرغون شي، بیا به الله تعالی ملاېکې ته اجازه وکړي نو په شپیلۍ کې به دویم پوکی وکړي، نو له خپلو قبرونو څخه به راپورته شي، او خلک به رب العالمین ته ودریږي. او لومړی هغه څوک چې ځمکه ترې څېرل کیږي زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - دی او لومړی هغه څوک چې په هوش راځي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی. او لومړی هغه څوک چې جامې وراغوستل کیږي د الله تعالی نبي ابراهیم خلیل الرحمن دی، او خلک به پښې لوڅي، لوڅ او ناسنته راپورته کړی شي، او د حشر ځمکه به سپینه وي.
او مونږ د خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - په شفاعت ایمان لرو، او مونږ ایمان لرو چې خلکو ته یې عملونه وړاندې کیږي، او په حساب او جزا ایمان لرو، او دا چې هغه پاک ذات په بیړه حساب کوونکی دی، او د الله تعالی محاسبه له خپلو بنده ګانو سره مرتبې او جلا جلا حالتونه لري، له ځینو بنده ګانو سره سخت حساب کیږي، او له ځینو نورو سره یې آسان حساب کیږي، او له مؤمنانو څخه داسې خلک هم شته چې له حساب پرته به جنت ته ننوځي.
او په هغه ورځ به له هیچا سره ظلم و نه شي، او لومړي خلک چې حساب به ورسره کیږي هغه د محمد - صلی الله علیه وسلم - امت دی، او لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به پکې پریکړه کیږي هغه وینه ده.
او مونږ ایمان لرو چې په دغه ورځ به ګواهان راوستلی شي، نو پرښتې شاهدي وایي، او ځمکه به په هغو عملونو ګواهي ورکوي چې بنده ګانو پرې کړي دي، او اندامونه هم ګواهي ورکوي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو د عملونو د وزن کولو لپاره حقیقي تلې ږدې.
او موږ باور لرو چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم - لره يو حوض دی، چې امت به یې ورځي، بيا به بندګان رهبري کیږي: يا جنت ته او يا دوزخ ته - الله دې مونږ وساتي - او په جهنم به پل ووهل شي، په هغه به داسې کونډې وي لکه د مارکونډو د غنو (خار خسک) په څېر، نو خلک به په خپلو عملونو سره پرې تیږي، او لومړی کس چې له پل څخه تیریږي هغه به زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - وي.
(بــاب دلائل الإيمان باليوم الآخر) باب دی د آخرت په ورځ ایمان او په هغې دلایل
او مونږ د آخرت په ورځ ایمان لرو چې د ایمان د بنسټونو څخه شپږم بنسټ دی چې د الله تعالی پدې وینا کې ذکر شوي دي: {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ} (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب لورې ته وګرځوئ، لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت یې اېمان راوړی وي). [البقرة سورت: 177 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا} (خو په دوى كې په علم كې پاخه خلک او مومنان، هغوى ایمان رواړي پر هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي او زكات وركوونكي دي او پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلک (چې دي) ، مونږ به خامخا دغو ته ډېر لوى اجر وركړو). [النساء سورت: 162 آیت].
او د ابو هریره رضي الله عنه حدیث پرې دلالت کوي هغه فرمایلي چې: یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شوی و، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله! ایمان څه شی دی؟ هغه وفرمایل چې : « په الله - تعالی - ملایکو، کتابونو یې، ملاقات یې، رسولانو یې ایمان ولرې، او په بیا ځل راپورته کیدو ایمان ولرې». بخاري (۴۷۷۷)، مسلم (۹) او ابن ماجه (۶۴) روایت کړی دی .
او عقلي ثبوتونه پرې هم دلالت کوي، لکه څرنګه چې د الله تعالی په دې وینا کې دي: {وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيم * (او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي. قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځل پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى). [يس سورت: 78، 79 آیتونه]، او د الله - تعالی - دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلاَ يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيج} (اى خلکو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنډ شوې وینې نه، بیا له یو پوټي غوښې نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسیږئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات کیږي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې ورګرځولی (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه ووینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي). [الحج سورت: 5 آیت]، او د حق ذات وینا چې شان یې لوړ او نومونه یې سپيڅلي دي: {أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاء بَنَاهَا * (آیا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه آسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى). [النازعات سورت: 27 آیت]، او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو(نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى). [فصلت سورت: 39 آیت]، او د هغه ذات دا وینا چې لوی شان او سپيڅلي نومونه لري: {وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} (او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي). [الروم سورت: 27 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِين} (لكه څرنګه چې مونږ د اول پېدایښت ابتدا كړې ده، مونږ هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده بیشکه مونږ کوونکي یو دې لره). [الأنبياء سورت: 104 آیت].
او د آخرت ورځ ورته ځکه ویل شوې ده؛ چې دا د دنیا وروستۍ ورځ ده، نو له هغې وروسته ورځ نشته، او همدا رنګه دې ورځې لره ډیر نومونه دي، او له نومونو څخه یې: يوم القيامة، يوم البعث، يوم الحساب، يوم الدين، الطامة، الحاقة، الواقعة، الصاخة، او الغاشية دي، او الله تعالی په خپل کتاب کې په دیرو ځایونو کې د آخرت له ورځې څخه یادونه کړې ده. لکه د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِين} (هغه ورځ چې خلک به ’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي). [المطففين سورت: 6 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُون} (هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي). [المعارج سورت: 43 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {فَإِذَا جَاءتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَى} (نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي). [النازعات سورت: 34 آیت]. او دا قول د الله تعالی: {فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّة * (نو كله چې سخت اواز راشي. يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيه * په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي. وَأُمِّهِ وَأَبِيه * او له خپلې مور او خپل پلاره. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيه * او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه. لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيه} په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي). [عبس سورت: 33 -37 آیتونه]، او دا قول د الله تعالی: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيم * (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى. يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيد} په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلکو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي). [الحج سورت: 1،2 آیتونه]. او د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ} [(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده]. [التغابن سورت: 9 آیت].
(بــاب في الإيمان بأشراط الساعة) باب دی د قیامت په نښانو د ایمان په اړه
او د اخرت په ورځ له ايمان څخه: د هغې په نښانو ايمان دی - يعنې: د قيامت علامې - او دا هغه علامې دي چې د قیامت د ورځې په نږدې کیدو دلالت کوي، لکه څرنګه چې سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا} (نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي). [محمد سورت: 18آیت]، او دا له هغو غیبي چارو څخه دي چې مونږ ته پرې په ایمان راوړلو امر شوی دی.
او د قیامت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې ښکاره شوي او پای ته رسیدلي دي او دا ډیرې زیاتې دي، لدې څخه د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده - چې فرمایلي یې دي - ((زه او قیامت داسې - یو ځای - لیږل شوي یو لکه دا چې لدې څخه ده، او : یا د دې دواړو په څېر او مسواکۍ او منځۍ ګوتې یې سره نږدې کړې)) ، بخاري (5301) او مسلم (2950) روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: له قیامت څخه وړاندې شپږ - کارونه - وشمېره: زما مړینه، د بیت المقدس فتحه كېدل، بیا په تاسو کې د داسې یوې مرګوني وبا راګډیدل چې داسې به مو ووژني لکه د میږو په څېر، بیا د مال زیاتیدل تر دې چې یو سړي ته سل دیناره ورکړل شي، هغه به خفه پاتې شي ))...، بخاري (۳۱۷۶) او ابن ماجه (۴۰۴۲) روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: ((لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَقْتَتِلَ فِئَتَانِ عَظِيمَتَانِ، يَكُونُ بَيْنَهُمَا مَقْتَلَةٌ عَظِيمَةٌ، دَعْوَتُهُمَا وَاحِدَةٌ، وَحَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ، قَرِيبٌ مِنْ ثَلَاثِينَ، كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ، وَحَتَّى يُقْبَضَ العِلْمُ، وَتَكْثُرَ الزَّلَازِلُ، وَيَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، وَتَظْهَرَ الفِتَنُ، وَيَكْثُرَ الهَرْجُ، وَهُوَ: القَتْلُ، وَحَتَّى يَكْثُرَ فِيكُمُ المالُ، فَيَفِيضَ حَتَّى يُهِمَّ رَبَّ المالِ مَنْ يَقْبَلُ صَدَقَتَهُ، وَحَتَّى يَعْرِضَهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ الَّذِي يَعْرِضُهُ عَلَيْهِ: لَا أَرَبَ لِي بِهِ، وَحَتَّى يَتَطَاوَلَ النَّاسُ فِي البُنْيَانِ...)). (( تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو پورې چې دوه لویې لښکرې سره و نه جنګیږی او د دوی تر منځه لویه مرګوني جګړه رامنځته شي، بلنه به یې یوه وي، او تر دې چې دیرشو ته نږدې دروغجن دجالان راووځي، هر یو به یې دعوه لری چې دی د الله رسول دی او تر دې چې علم واخیستل شي، زلزلې زیاتې شي، وختونه رالنډ شي، فتنې راښکاره شي، هرج زیات شي چې هغه قتل دی او تر دې چې په تاسو کې مال زیات شي، دومره زیات شي چې د مال خاوند به پدې غم کې وي چې څوک یې خیرات قبول کړي او تر دې چې کله یې ورته ونیسي، نو هغه به د مال خاوند ته ووایي: هیڅ اړتیا ورته نه لرم او تر دې چې خلک به د اوږدو ودانیو په جوړولو کې د یو بل سره سیالي وکړي...)). بخاري (7121)، مسلم (157) او ترمذي (2218) روایت کړی.
او د قيامت له نښو څخه ځینې هغه دي چې پېښ شوي دي خو لا پای ته ندي رسیدلي، او همداسې به لا روانې وي، لدې څخه په أمتونو کې د فتنو رامنځته کیدل. (په صحیحینو کې د فتنو په اړه زیات حدیثونه راغلي دي، خو په ښکاره یې ندي ویلي چې فتنې د قیامت له نښانو څخه دي؛ لدې امله مو راتلونکي دوه حدیثونه له سننو څخه راوړل؛ ځکه چې پدې دواړو کې دا خبره په ښکاره توګه شوي ده).، او هغه زیات دي، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، وَيُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، الْقَاعِدُ فِيهَا خَيْرٌ مِنَ الْقَائِمِ، وَالْمَاشِي فِيهَا خَيْرٌ مِنَ السَّاعِي، فَكَسِّرُوا قِسِيَّكُمْ، وَقَطِّعُوا أَوْتَارَكُمْ، وَاضْرِبُوا سُيُوفَكُمْ بِالْحِجَارَةِ، فَإِنْ دُخِلَ -يَعْنِي- عَلَى أَحَدٍ مِنْكُمْ، فَلْيَكُنْ كَخَيْرِ ابْنَيْ آدَمَ». «له قيامت څخه وړاندې لکه د تورې تیارې شپې په څېر فتنې دي، یو سړی به سهار مهال پکې مؤمن وي دشپې کافر او یا به شپې مهال مؤمن وي او سهار کافر، ناست پکې له ولاړ څخه غوره دی، مزل کوونکی پکې له تېز رفتار کوونکي څخه، نو خپلې لیندې او کمانونه مو مات کړئ، او خپلې تورې مو په تیږو ووهئ، که چېرته څوک ستاسو څخه پر یو در ننویستل شو، نو د بني آدم له دوو زامنو څخه دې د غوره یو په څېر شي ( یعنې قابیل او هابیل)». ابوداود (4259)، ترمذي (2204)، ابن ماجه (3961)، ابن ابي شیبه (30978)، احمد (19662) او الرویاني (585) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: ((تَكُونُ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ فِتَنٌ كَقِطَعِ اللَّيْلِ المظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، وَيُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ أَقْوَامٌ دِينَهُمْ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا)). ((له قیامت څخه وړاندې به لکه د تورې تیارې شپې په څېر فتنې وي، یو سړی به سهار مهال مؤمن وي بیګا کافر او یا به شپې مهال مؤمن وي سهار کافر، ځینې خلک به خپل دین په دنیایي ناچیزه توکي سره وپلوري)). ترمذي (2197)، ابن ابي شیبه په المصنف (31053) او په الایمان (64) کې او فارابي په: صفة النفاق و ذم المنافقین کې (97) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: ((لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ قَرِيبٌ مِنْ ثَلَاثِينَ، كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللهِ)). ((تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو پورې چې دیرشو ته نږدې دروغجن دجالان راووځي، هر یو به یې دعوه لری چې دی د الله رسول دی)). بخاري (7121)، مسلم (157) او ترمذي (2218) روایت کړی.
وقال أبو هريرة رضي الله عنه: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي مَجْلِسٍ يُحَدِّثُ القَوْمَ، جَاءَهُ أَعْرَابِيٌّ، فَقَالَ: مَتَى السَّاعَةُ؟ فَمَضَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُحَدِّثُ، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: سَمِعَ مَا قَالَ، فَكَرِهَ مَا قَالَ. وَقَالَ بَعْضُهُمْ: بَلْ لَمْ يَسْمَعْ، حَتَّى إِذَا قَضَى حَدِيثَهُ قَالَ: «أَيْنَ -أُرَاهُ- السَّائِلُ عَنِ السَّاعَةِ؟»، قَالَ: هَا أَنَا، يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ»، قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا؟ قَالَ: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ». او أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایلي: پداسې حال کې چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په یوه ناسته کې له خلکو سره خبرې کولې، یو أعرابي ورته راغی، نو ویې ویل: قیامت کله دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خپلو خبرو ته ادامه ورکړه، نو ځینو خلکو وویل: وایې وریدل چې هغه ورته څه وویل: نو هغه بد وګڼل څه چې یې ورته وویل: او ځینو وویل: بلکه نه یې دي اوریدلي، تر دې چې خپلې خبرې یې بشپړې کړې ویې وییل: «چیرته دی هغه چې د قیامت په اړه یې پوښتنه کوله؟ هغه وویل: زه دایم، ای د الله رسوله، ویې فرمایل: کله چې امانت ضایع شي نو د قیامت انتظار کوه» هغه وویل: ضایع کېدل یې څرنګه دي ؟ هغه وفرمایل: کله چې چاره نا أهله خلکو ته وسپارل شي نو د قیامت انتظار باسه». بخاري روایت کړی دی (59).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَثْبُتَ الجَهْلُ، وَيُشْرَبَ الخَمْرُ، وَيَظْهَرَ الزِّنَا». «یقینا چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې: علم پورته شي، ناپوهي ځای ونیسي، شراب وڅښل شي، او زنا ښکاره شي». بخاري (۸۰)، مسلم (۲۶۷۱)، ترمذي (۲۲۰۵) او ابن ماجه (۴۰۴۵) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَثْبُتَ الجَهْلُ، وَيُشْرَبَ الخَمْرُ، وَيَظْهَرَ الزِّنَا». «یقینا چې له قیامت څخه وړاندې داسې ورځې دي، چې ناپوهي به پکې نازله شي، علم به پکې پورته شي او قتل به پکې زیات شي». بخاري (7062)، مسلم (2672)، ترمذي (2200) او ابن ماجه (3959، 4050) روایت کړی دی.
او د قیامت له علامو څخه ځینې هغه دي چې تر دې دمه واقع شوي ندي،بلکه له قیامت څخه به مخکې په نږدې وخت کې واقع شي، له دې څخه: د مسیح عیسی - علیه السلام - راکوزیدل دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا} (او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي). [النساء سورت : 159 آیت]، او د یأجوج او مأجوج راوتل، الله تعالی فرمایلي: {حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُون} (تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي). [الأنبياء سورت : 96 آیت]، او د دابې (حیوان) راوتل، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لاَ يُوقِنُون} (او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانږدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلکو به زمونږ په آیتونو یقین نه كاوه) [النمل سورت: 82 آیت].
وجاء في حديث حذيفة بن أسيد الغفاري قال: اطَّلَعَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَلَيْنَا، وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ، فَقَالَ: «مَا تَذَاكَرُونَ؟» قَالُوا: نَذْكُرُ السَّاعَةَ، قَالَ: «إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ: -فَذَكَرَ- الدُّخَانَ، وَالدَّجَّالَ، وَالدَّابَّةَ، وَطُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا، وَنُزُولَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ صلى الله عليه وسلم، وَيَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ، وَثَلَاثَةَ خُسُوفٍ: خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ، وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ، وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنَ الْيَمَنِ، تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ». او د حذیفة بن أسید الغفاري په حدیث کې راغلي دي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته راښکاره شو پداسې حال کې چې مونږ خبرې اترې کولې، نو هغه وفرمایل: «د څه شي په اړه غږیږئ؟ هغوی وویل: مونږ قیامت رایادوو، هغه وفرمایل: هغه به تر هغه پورې قائم نه شي تر څو چې ورڅخه وړاندې لس نښانې ونه ګورئ: نو یادونه یې وکړه له: دجال، دخان (لوګي) دابې ( خوځنده) له لویدیځ څخه د لمر راختل، او د عیسی بن مریم - صلی الله علیه وسلم - راکوزیدل، او یأجوج او مأجوج، او درې د زمکې خوییدلو پیښې: په ختیځ کې ځمکخویدنه، په لویدیځ کې ځمکخویدنه او د عربو په جزیره کې ځمکخوییدنه، او د هغې وروستی به یو اور وي چې له یمن څخه به راوځي، او خلک به د راټولیدو ځای ته ورشړي». مسلم (2901)، ابوداود (4311)، ترمذي (2183) او ابن ماجه (4041) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ مِنْ مَغْرِبِهَا آمَنَ النَّاسُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ، فَيَوْمَئِـذٍ {لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام: 158]». «تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو چې لمر له لویدیځ څخه یې راوخیژي، نو کله چې له مغرب څخه یې راوخوت، ټول خلک به ایمان راوړي، نو په هغه ورځ به {لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام سورت: 158 آیت]».هېڅ يو نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى)». بخاري (۴۶۳۵)، مسلم (۱۵۷)، ابو داود (۴۳۱۲) او ابن ماجه (۴۰۶۸) روایت کړی دی.
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». « قسم دې زما په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې د مریم زوی عادل پاچا نازل شي، نو صلیب به مات کړي، خنزیر به ووژني، جزیه به کیږي، او مال به دومره زیات شي چې هیڅوک به یې نه قبلوي». بخاري (2222)، مسلم (155)، ابوداود (4324)، ترمذي (2233) او ابن ماجه (4078) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَا بَعَثَ اللَّهُ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَنْذَرَ قَوْمَهُ الأَعْوَرَ الكَذَّابَ، إِنَّهُ أَعْوَرُ -وَإِنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ- مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ: كَافِرٌ». «الله تعالی هیڅ داسې پیغمبر ندی رالیږلی مګر دا چې خپل قوم یې له ړوند دروغجن څخه ویرولی دی، هغه ړوند دی - او ستاسو رب ړوند ندی - د هغه د سترګو تر منځه کافر لیکل شوي دي». بخاري (۷۴۰۸)، مسلم (۲۹۳۳)، ابو داود (۴۳۱۶) او ترمذي (۲۲۴۵) روایت کړی دی.
(بــاب في الإيمان بما يكون بعد الـموت) باب دی په بیان د هغه څه کې چې د مرګ څخه وروسته دي او په هغې ایمان.
او مونږ باور لرو چې د آخرت په ورځ له ایمان راوړلو څخه پدې ایمان لرل دي چې د هغه - جل جلاله - له مخ (ذات) څخه پرته نور ټول شیان هلاکیدونکي دي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ} (د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى). [القصص سورت : 88 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فنا كېدونكي دي. وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 26، 27 آیتونه]، او دا چې د مرګ ملاېک روحونه اخلي، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُون} (ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ). [السجدة سورت: 11 آیت].
او مونږ په هغه څه ایمان لرو چې له مرګ څخه وروسته پېښیږي، لکه له مړي څخه پوښتنې کېدل، د قبر عذاب او نعمتونه یې، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَاب} (د دوزخ) (اور(چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كولی شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ). [غافر سورت: 46 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيم} (ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي). [التوبة سورت: 101 آیت]، او د الله تعالى دا قول: {وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيق * (او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ. ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللّهَ لَيْسَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيد} دا په سبب د هغو (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دی). [الأنفال سورت: 50، 51 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُون} (او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د آیتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه). [الأنعام سورت: 93 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ} (او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى). [الطور سورت: 47 آیت].
وعـن البراء بن عازب رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ} [إبراهيم: 27] قَالَ: «نَزَلَتْ فِي عَذَابِ الْقَبْرِ، فَيُقَالُ لَهُ: مَنْ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: رَبِّيَ اللهُ، وَنَبِيِّي مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، فَذَلِكَ قَوْلُهُ عز وجل: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]». او البراء بن عازب - رضي الله عنه - له پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ} [إبراهيم: 27 آیت. الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، فرمایي: دا - آیت - د قبر په عذاب کې نازل شوی دی، نو ورته به وویل شي: رب دې څوک دی؟ نو هغه به ووایي: زما رب الله دی، او زما پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - دی، نو همدا د الله تعالی وینا ده چې فرمایي {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27 آیت]». الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې». بخاري (1369)، او مسلم (2871) روایت کړی او دا عبارت د ده دی، ترمذي (3120)، نسائي (2056، 2057) او ابن ماجه (4269، 4750) روایت کړی.
وعن ابن عباس رضي الله عنهما: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُعَلِّمُهُمْ هَذَا الدُّعَاءَ كَمَا يُعَلِّمُهُمُ السُّورَةَ مِنَ الْقُرْآنِ، يَقُولُ: «قُولُوا: اللهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ». او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغوی ته دا دعا داسې ورښودله لکه څرنګه چې له قرآن څخه یو سورت ورزده کوي، فرمایي: «ووایئ: ای الله مونږ پناه نیسو په تا سره د جهنم له عذاب نه او زه په تا سره پناه نیسم د قبر له عذاب نه، او زه پناه نیسم په تا سره د مسیح الدجال له فتنې نه». مسلم (590)، ابو داود (1542)، ترمذي (3494)، نسائي (2063) او ابن ماجه (3840) روایت کړی دی.
وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: خَرَجَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مِنْ بَعْضِ حِيطَانِ المَدِينَةِ، فَسَمِعَ صَوْتَ إِنْسَانَيْنِ يُعَذَّبَانِ فِي قُبُورِهِمَا، فَقَالَ: «يُعَذَّبَانِ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ، وَإِنَّهُ لَكَبِيرٌ، كَانَ أَحَدُهُمَا لَا يَسْتَتِرُ مِنَ البَوْلِ، وَكَانَ الآخَرُ يَمْشِي بِالنَّمِيمَةِ»، ثُمَّ دَعَا بِجَرِيدَةٍ، فَكَسَرَهَا بِكِسْرَتَيْنِ أَوْ ثِنْتَيْنِ، فَجَعَلَ كِسْرَةً فِي قَبْرِ هَذَا، وَكِسْرَةً فِي قَبْرِ هَذَا، فَقَالَ: «لَعَلَّهُ يُخَفَّفُ عَنْهُمَا مَا لَمْ يَيْبَسَا». او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د مدینې له ځینو باغونو څخه راووت، نو د دوه انسانانو غږونه یې واوریدل چې په خپلو قبرونو کې عذاب ورکول کېده، نو ویې فرمایل: «دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او دوی په کومه لویه ګناه سره نه عذابیږي، حال دا چې لویه ده، یو له دوی څخه له متیازو ځان نه ساته او بل یې د خلکو تر منځه چغلګري کوله» بیا یې د خرما یوه لخته راوغوښته نو دوه ټوټې یې کړه، یوه لخته یې د یو په یو قبر او بله یې د دې بل سړي په قبر - وټومبله - نو ویې فرمایل: «هیله شته چې عذاب ترې سپک شي تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي». بخاري (6055)، مسلم (292)، ابوداود (20)، ترمذي (70)، نسائي (31) او ابن ماجه (347) روایت کړی دی.
وعن أبي سعيد قال: حدثني زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي حَائِطٍ لِبَنِي النَّجَّارِ، عَلَى بَغْلَةٍ لَهُ، وَنَحْنُ مَعَهُ، إِذْ حَادَتْ بِهِ، فَكَادَتْ تُلْقِيهِ، وَإِذَا أَقْبُرٌ سِتَّةٌ أَوْ خَمْسَةٌ أَوْ أَرْبَعَةٌ -قَالَ: كَذَا كَانَ يَقُولُ الْجُرَيْرِيُّ- فَقَالَ: «مَنْ يَعْرِفُ أَصْحَابَ هَذِهِ الْأَقْبُرِ؟» فَقَالَ رَجُلٌ: أَنَا، قَالَ: «فَمَتَى مَاتَ هَؤُلَاءِ؟» قَالَ: مَاتُوا فِي الْإِشْرَاكِ، فَقَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الْأُمَّةَ تُبْتَلَى فِي قُبُورِهَا، فَلَوْلَا أَنْ لَا تَدَافَنُوا، لَدَعَوْتُ اللهَ أَنْ يُسْمِعَكُمْ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ الَّذِي أَسْمَعُ مِنْهُ». ثُمَّ أَقْبَلَ عَلَيْنَا بِوَجْهِهِ، فَقَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ عَذَابِ النَّارِ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ عَذَابِ النَّارِ، فَقَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، قَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنَ الْفِتَنِ، مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الْفِتَنِ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ، قَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجَّالِ». قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجَّالِ. او له أبو سعید څخه روایت دی وایې چې : زید بن ثابت - رضی الله عنه - راته حدیث بیان کړ ویې فرمایل: پداسې حال کې چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پر یوه سپرلۍ یې د بني النجار په باغ کې و، او مونږ د هغه سره وو، چې ناڅاپه یې پرې تېندک وخوړ، نږدې و چې ویې غورځوي، او ګورو چې شپږ او یا پنځه او یا څلور قبرونه دي - وایې داسې جُریري ویلي دي - نو ویې فرمایل: « څوک د دې - قبرونو - خاوندان پېژني؟» نو یو سړي وویل: زه ، ویې فرمایل: «نو دوی کله مړه شوي دي؟» هغه وویل: د شرک پر مهال مړه شوي، نو ویې فرمایل: «دا امت یې په قبرونو کې امتحانیږي،تاسو به بیا مړي نه خښوئ، که نه نو له الله تعالی څخه به مې غوښتي وای چې د قبر له هغه عذاب څخه هغه څه درواوروي کوم چې زه اورم». بیا یې مونږ ته مخ راواړاوه، ویې فرمایل: «په الله تعالی د اور له عذاب څخه پناه وغواړئ»، هغوی وویل: په الله تعالی د اور له عذاب څخه پناه نیسو، فرمایي: «په الله - تعالی له فتنو څخه پناه وغواړئ، هغه چې ښکاره دي او هغه چې پټې دي»، هغوی وویل: په الله له فتنو څخه پناه غواړو هغه چې ترې ښکاره شوي دي او یا پټې دي، ویې فرمایل: «په الله - تعالی د دجال له فتنې څخه پناه وغواړئ». هغوی وویل: په الله تعالی د دجال له فتنې څخه پناه غواړو. مسلم (2867) روایت کړی دی.
او له أبو أیوب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم پداسې حال کې راووت - چې لمر ډوب شوی و - نو یو غږ یې واوریده، ویې فرمایل: «يَهُودُ تُعَذَّبُ فِي قُبُورِهَا». یهودیان دي چې په خپلو قبرونو کې یې عذاب ورکول کیږي». بخاري (1375)، مسلم (2869) او نسائي (2059) روایت کړی دی.
وعن عائشة رضي الله عنها قالت: دَخَلَتْ عَلَيَّ عَجُوزَانِ مِنْ عُجُزِ يَهُودِ المدِينَةِ، فَقَالَتَا لِي: إِنَّ أَهْلَ القُبُورِ يُعَذَّبُونَ فِي قُبُورِهِمْ، فَكَذَّبْتُهُمَا، وَلَمْ أُنْعِمْ أَنْ أُصَدِّقَهُمَا، فَخَرَجَتَا، وَدَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم، فَقُلْتُ لَهُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ عَجُوزَيْنِ، وَذَكَرْتُ لَهُ، فَقَالَ: «صَدَقَتَا، إِنَّهُمْ يُعَذَّبُونَ عَذَابًا تَسْمَعُهُ البَهَائِمُ كُلُّهَا»، فَمَا رَأَيْتُهُ بَعْدُ فِي صَلَاةٍ إِلَّا تَعَوَّذَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ. او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایې: د مدینې د یهودو له زړو ښځو څخه دوه ښځې زما - کورته - راننوتلې، نو دواړو راته وویل: یقینا چې د قبرونو خاوندان یې په قبرونږ کې عذابیږي، نو ما هغوی دواړه دروغجنې وګڼلې، او پدې مې خوشحاله نه کړې چې ریښتینې یې وګڼم، نو ووتلې، بیا پيغمبر صلی الله علیه وسلم - کور ته - راننوت، نو ما ورته وویل: ای د الله رسوله، یقینا دوه زړې ښځې، او کېسه مې ورته رایاده کړه، نو هغه وویل: «دواړو رښتیا یې ویلي، یقینا هغوی ته داسې عذاب ورکول کیږي چې ټول چارپایان یې غږونه اوري» نو له هغې وروسته مې په هیڅ لمانځه کې ندی لیدلی مګر دا چې د قبر له عذاب څخه یې بناه غوښتې ده. بخاري (6366)، مسلم (586) او نسائي (2067) روایت کړی دی.
او لکه څرنګه چې کافر، منافق او ځینې فاسق مسلمانان په قبرونو کې عذابیږي، همدا ډول مؤمن په قبر کې نازول کیږي. له أنس بن مالک - رضي الله عنه - څخه روایت دی، چې هغه دوی ته حدیث بیانوه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ العَبْدَ إِذَا وُضِعَ فِي قَبْرِهِ وَتَوَلَّى عَنْهُ أَصْحَابُهُ، وَإِنَّهُ لَيَسْمَعُ قَرْعَ نِعَالِهِمْ، أَتَاهُ مَلَكَانِ فَيُقْعِدَانِهِ، فَيَقُولَانِ: مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ لِمُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم، فَأَمَّا المُؤْمِنُ، فَيَقُولُ: أَشْهَدُ أَنَّهُ عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ، فَيُقَالُ لَهُ: انْظُرْ إِلَى مَقْعَدِكَ مِنَ النَّارِ قَدْ أَبْدَلَكَ اللَّهُ بِهِ مَقْعَدًا مِنَ الجَنَّةِ، فَيَرَاهُمَا جَمِيعًا»، قَالَ: «وَأَمَّا المُنَافِقُ وَالكَافِرُ فَيُقَالُ لَهُ: مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ؟ فَيَقُولُ: لَا أَدْرِي، كُنْتُ أَقُولُ مَا يَقُولُ النَّاسُ، فَيُقَالُ: لَا دَرَيْتَ وَلَا تَلَيْتَ، وَيُضْرَبُ بِمَطَارِقَ مِنْ حَدِيدٍ ضَرْبَةً، فَيَصِيحُ صَيْحَةً يَسْمَعُهَا مَنْ يَلِيهِ غَيْرَ الثَّقَلَيْنِ». «یقینا بنده چې کله په قبر کې کېښودل شي او دوستان یې ورڅخه راوګرځي، حال دا چې هغه - مړی - د هغو د څپلیو کشاری اوري، دوه ملاېکې ورته راشي نو هغه کښینوي او ورته ووایي: محمد - صلی الله علیه وسلم - ته په اشارې کولو به -ورته ووایي- د دې سړي په اړه به دې څه وییل، نو چې مؤمن وي ورته به ووایي: زه ګواهي ورکوم چې هغه د الله بنده او رسول دی، نو ورته به وویل شي: په اور کې دې خپل د کېناستلو ځای ته وګوره چې الله تعالی درته په جنت کې په ځای ناستي بدل کړ، نو دواړه به وګوري، وایې: او منافق او کافر ته به وویل شي چې: د دې سړي په باره کې به دې څه وییل؟ نو هغه به ووایې: نه پوهیږم، ما هم هغه څه وییل چې خلکو به وییل، نو ورته به وویل شي: نه پوهېدلې او نه دې لوستلي وو او د اوسپنې په څټک به یو ګذار ووهل شي، نو چیغه به ووهي په چیغې وهلو سره چې خواوشا به یې له انسانانو او پيریانو پرته نور ټول مخلوقات واوري». بخاري (۱۳۷۴) او مسلم (۷۳۱۸) روایت کړی دی .
(بــاب في الإيمان بالبعث وما بعده) باب دې په باره کې: پس له مرکه ژوند او څه چې روسته یې دي په هغې ایمان.
او مونږ ایمان لرو چې کله الله تعالی د دې دنیا د زوال او پای ته رسیدو اجازه ورکړي ، نو الله به ملاېکې ته امر وکړي، نو په شپیلۍ کې به لومړی پوکی وکړي، نو بې هوشه (مړه) به شي ټول هغه څوک چې په آسمانونو او هغه څوک چې په ځمکه کې دي مګر هغه څوک به - پاتې شي - چې الله یې وغواړي، {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ إِلاَّ مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت: 68 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «...ثُمَّ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ، فَلَا يَسْمَعُهُ أَحَدٌ إِلَّا أَصْغَى لِيتًا، وَرَفَعَ لِيتًا، قَالَ: وَأَوَّلُ مَنْ يَسْمَعُهُ رَجُلٌ يَلُوطُ حَوْضَ إِبِلِهِ، قَالَ: فَيَصْعَقُ، وَيَصْعَقُ النَّاسُ....». بیا به په شپیلۍ کې پو کړی شي، نو هیڅوک یې نه اوري مګر دا چې په یو اړخ به ورمېږ ځمکې ته ګوږ کړي او بل اړخ به راپورته کړي، فرمایي، لومړی هغه څوک یې چې اوري یو سړی به وي چې د خپل اوښ لپاره به د اوبو ډنډ جوړوي، فرمایي نو راپریوزي به او ټول خلک به مړه وغورځیږی...». مسلم (2940) روایت کړی دی. او د رفع ليتًا» معنی ده: یعنې څټ یې ځان طرف ته ورکوږ کړ. النهایة فی غریب الحدیث (3/ 33).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «...وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلَانِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا، فَلَا يَتَبَايَعَانِهِ، وَلَا يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ فَلَا يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهُوَ يَلِيطُ حَوْضَهُ فَلَا يَسْقِي فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أَحَدُكُمْ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلَا يَطْعَمُهَا». «... او یقینا چې قیامت به پداسې حال کې راشي چې دوه سړیو به رخت (تکه) په خپلو منځونو کې غوړولی وي، نو پېر او پلور به سره ونه کړای شي او نه به یې بیرته راټول کړي، او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې یو سړي به د اوښې شېدې لوشلي وي نو وبه یې نه څښي، او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې هغه به د خپلې اوښې لپاره ډنډ جوړوي او په هغه کې به اوبه ورنکړی شي او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې یو ستاسو به مړۍ خپلې خولې ته پورته کړي وي نو وبه یې نه خوري».
نو الله - تعالی چې له خپلو مخلوقاتو څخه چا لره وغواړي نو هغه به هلاک کړي؛ چاته یې چې هلاکت او فنا کېدل لیکلی وي، تر دې چې له متعال حق ذات څخه پرته به هیڅوک پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي. وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 26، 27 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُون} (او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله (ځكه چې) د عبادت هېڅ لايق نشته مګر هغه دى، د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بوتلى شئ). [القصص سورت: 88 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} (له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى). [غافر سورت: 16 آیت].
بیا به الله - تعالی - باران رانازل کړي، چې له هغه څخه به د مخلوقاتو جسدونه رازرغون شی، لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «...ثُمَّ يُرْسِلُ اللهُ -أَوْ قَالَ: يُنْزِلُ اللهُ- مَطَرًا كَأَنَّهُ الطَّلُّ - أَوِ: الظِّلُّ -نُعْمَانُ (وهو أحد رواة الحديث.) الشَّاكُّ- فَتَنْبُتُ مِنْهُ أَجْسَادُ النَّاسِ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ أُخْرَى، فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ...». "... بیا به الله تعالی باران راولیږي - او یا یې داسې وویل چې - الله به نری نری باران را نازل کړي - لکه د شبنم په څېر- او یا به الله سیوري راولیږي -نعمان (د حدیث د راویانو څخه یو دی) چې دا شک یې کړی- نو له هغه څخه به د خلکو جسدونه رازرغون شي، بیا به پکې بل پوکی وشي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران) ...». مسلم (2940) روایت کړی دی.
بیا به الله تعالی ملاېکې ته امر وکړي نو په شپیلۍ کې به په دویم ځل پوکی وکړي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: { ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [ الزمر سورت: 68 آیت].
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم د دواړو پوکیو تر منځه د فاصلې اندازه ښودلې ده، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «بَيْنَ النَّفْخَتَيْنِ أَرْبَعُونَ، قَالَ: وَيَبْلَى كُلُّ شَيْءٍ مِنَ الإِنْسَانِ، إِلَّا عَجْبَ ذَنَبِهِ، فِيهِ يُرَكَّبُ الخَلْق». «د دوه پوکیو تر منځه څلویښت دي، فرمایي: او له انسان څخه به هر څه خاوري شي، مګر عجب الذنب (د لکه لمي هډوکی) په هغه کې - د انسان - پیدایښت ترکیب کیږي». بخاري (4814)، او مسلم (2955) روایت کړی دی.
او مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - پرې مونږ ته د قیامت په ورځ د اسمانونو او ځمکې د احوالو په اړه خبر راکړی دی، لکه څرنګه چې د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي. هغه فرمایلي دي: «جَاءَ حَبْرٌ مِنَ الأَحْبَارِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ، إِنَّا نَجِدُ: أَنَّ اللَّهَ يَجْعَلُ السَّمَوَاتِ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالأَرَضِينَ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالشَّجَرَ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالماء وَالثَّرَى عَلَى إِصْبَعٍ، وَسَائِرَ الخَلَائِقِ عَلَى إِصْبَعٍ، فَيَقُولُ: أَنَا الملكُ. فَضَحِكَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم حَتَّى بَدَتْ نَوَاجِذُهُ تَصْدِيقًا لِقَوْلِ الحَبْرِ، ثُمَّ قَرَأَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «د یهودو له علماوو څخه یو تن رسول الله صلی الله - صلی الله علیه وسلم - ته ورغی ورته یې وویل: ای محمده! مونږ - موندلې ده چې الله تعالی آسمانونه په یوه ګوته ګرځولي، او ځمکې یې په بله ګوته، او ونې په بله ګوته، او اوبه او خاوره په بله ګوته، او نور ټول مخلوقات په بله ګوته، نو وایې: زه پادشاه یم، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د عالم د خبرې د تایید په موخه دومره وخندل تر دې چې د ژامې غاښونه یې ښکاره شول، بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا آیت ولوست: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي). [الزمر سورت: 67 آیت]». بخاري (۴۸۱۱)، مسلم (۲۷۸۶) او ترمذي (۳۲۳۸) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې خلک به له قبرونو څخه راپورته کیدلی شي، نو الله تعالی به هغه مهال مړي راژوندي کړي کله چې په شپیلۍ کې دویم پوکی وکړی شي؛ نو خلک به رب العالمین ته ودریږي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُون* بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ. ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُون} بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ). [المؤمنون سورت: 15، 16 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُون * او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي. قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُون * دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو. إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُون} دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي). [يس سورت: 51-53 آیتونه].
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُون * (او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو. وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِين * او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي. وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيم} او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى) [الحجر سورت: 23-25 آیتونه].
او الله - تعالی - فرمایلي: {وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا * (او دوى وايي آیا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، آیا په رښتيا به مونږ بیا راژوندي كولى شو په نويو پیدا كولو سره. قُل كُونُواْ حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا * ته (ورته) ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه. أَوْ خَلْقًا مِّمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُؤُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا * یا كوم داسې مخلوق له هغه قسم نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي. يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلاَّ قَلِيلا} په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو (په دې حالت كې) نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې). [الإسراء سورت: 49-52 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَمَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاء مِن دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَّأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا* او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كوو، په دې حال كې چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى استوګنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو. ذَلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا * دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په آیتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: آیا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره. أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلاً لاَّ رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إَلاَّ كُفُورًا} آیا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې آسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي پر دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، انکار کوي ظالمان د هر شي څخه پرته له ناشکرۍ). [الإسراء سورت: 97-99 آیتونه]، او الله - تعالی فرمایلي دي: {فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا} (نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول ګډ سره راولو). [الإسراء سورت: 104 آیت]، او د بیا راژوندي کېدو او راټولیدو د ثبوت په اړه آیتونه ډیر زیات دي.
او لومړی هغه څوک چې زمکه به ورڅخه څېرل کیږي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ الْقَبْرُ، وَأَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ». «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم او زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه څوک چې شفاعت یې کیږي». مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څوک چې په هوش به راځي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي دي: «...لَا تُخَيِّرُونِي عَلَى مُوسَى، فَإِنَّ النَّاسَ يَصْعَقُونَ فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُفِيقُ، فَإِذَا مُوسَى بَاطِشٌ بِجَانِبِ الْعَرْشِ، فَلَا أَدْرِي أَكَانَ فِيمَنْ صَعِقَ فَأَفَاقَ قَبْلِي؟ أَمْ كَانَ مِمَّنِ اسْتَثْنَى اللهُ؟». « ... ما ته پر موسی غوره والی مه راکوئ؛ ځکه خلک به د قیامت په ورځ بې هوشه شي، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له بې هوشۍ څخه راوځي، نو ناڅاپه به موسی وګورم چې د عرش یو څنډه یې کلکه نیولي وي، نو نه پوهیږم چې آیا دی هم په هغو خلکو کې و چې بې هوشه شوی و او بیا زما څخه مخکې راپورته شوی او یا له هغه چا څخه و چې - الله تعالی له بې هوشۍ څخه - مستثنی کړی و؟». بخاري (2441)، او مسلم (2373) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څوک چې جامه به وراغوستل کیږي هغه د الله - تعالی - نبي ابراهیم خلیل الرحمن دی، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَأَوَّلُ مَنْ يُكْسَى يَوْمَ القِيَامَةِ إِبْرَاهِيمُ». «او لومړی هغه کس چې د قیامت په ورځ به جامې ورآغوستل کیږي هغه ابراهیم دی». بخاري (3349)، مسلم (2860)، ترمذي (2423) او نسائي (2082) روایت کړی دی.
او خلک به پښې ابل، بربنډ او ناسنت راپورته کیږي، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلًا». «خلک به د قیامت په ورځ پښې ابل، بربنډ او نا سنت راپورته کیږي». بخاري (6527)، مسلم (2859)، نسائي (2083)، او ابن ماجه (4276) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې هغه ځمکه چې خلک به - د حساب لپاره - ورټولیږي له دې ځمکې پرته بله ځمکه ده، لکه څرنګه چې سپيڅلي حق ذات فرمایلي دي: {يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} [(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته مخامخ ودرېږي چې یو دى، ډېر غالب دى]. [إبراهيم سورت: 48 آیت].
او د حشر ځمکه سپینه ده، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى أَرْضٍ بَيْضَاءَ عَفْرَاءَ، كَقُرْصَةِ نَقِيٍّ». "خلک به د قيامت په ورځ په يوه سپينه ځمکه راټول کړی شي - چې سوروالي ته مایله وي - لکه د یوې خالصې ډوډۍ ټیکلی». بخاري (6521) او مسلم (2790) روایت کړی دی.
او له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تَكُونُ الأَرْضُ يَوْمَ القِيَامَةِ خُبْزَةً وَاحِدَةً، يَتَكَفَّؤُهَا الجَبَّارُ بِيَدِهِ كَمَا يَكْفَأُ أَحَدُكُمْ خُبْزَتَهُ فِي السَّفَرِ...». «ځمکه به د قیامت په ورځ یوه ډوډۍ وي، جبار ذات به یې په لاس کې داسې اړوي را اړوي لکه څرنګه چې یو ستاسو څخه خپله ډوډۍ د سفر پر مهال اړوي را اړوي...». بخاري (6520) او مسلم (2792) روایت کړی.
او په صحیح احادیثو کې راغلي دي چې خلک به - ځمکې - د بدلیدو په وخت کې چیرته وي: نو له ثوبان؛ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له آزاد شوي غلام څخه روایت دی چې د یهودو له علماوو څخه یو عالم رسول ته راغی او پوښتنه یې ترې کول او په هغې کې دي چې :«...نو یهودي وویل: خلک به چېرته وي چې کله ځمکه په بله ځمکه بدلیږي او آسمانونه؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هُمْ فِي الظُّلْمَةِ دُونَ الْجِسْرِ». «هغوی به د صراط له پل نه لاندې په تیاره کې وي». مسلم (315) روایت کړی دی.
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی فرمایي: «له رسول الله صلی الله علیه وسلم - څخه مې د الله تعالی د دې وینا په اړه پوښتنه وکړه {يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ} یعنې په دغه ورځ به دا ځمکه په بلې ځمکه بدله کړی شي او آسمانونه؟ نو پدغه ورځ به خلک چېرته وي ای د الله رسوله ؟ نو هغه وویل: په صراط باندې». مسلم (2791) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې دا یوه ډیره لویه ورځ ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي دي: {أَلاَ يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُون* [ایا دغه خلک یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كولی شي. لِيَوْمٍ عَظِيم} په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)]. [المطففين سورت: 4، 5 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيم * (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى). [الحج سورت: 1 آیت].
او دا چې د هغې - ورځې - اوږدوالی پنځوس زره کاله دی لکه څرنګه چې پدې سره صحیح روایت راغلي دي، له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا مِنْ صَاحِبِ كَنْزٍ لَا يُؤَدِّي زَكَاتَهُ إلى أن قال: حَتَّى يَحْكُمَ اللهُ بَيْنَ عِبَادِهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ، ثُمَّ يَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ». «د هیڅ خزانې خاوند نشته چې زکات یې نه ورکوي، تر دې چې ویې وییل: تر څو چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو تر منځه په هغه ورځ کې فیصله وکړي چې اندازه یې پنځوس زره کلونه ده ، په هغه شمېر سره چې تاسو یې کوئ، بیا به یې مناسب لوري ته روان کړي یا جنت ته او یا اور (دوزخ ) ته». بخاري (2371)، مسلم (987)، ابو داود (1658)، ترمذي (1636)، نسائي (3563) او ابن ماجه (2788) روایت کړی دی.
او په دغه ورځ کې لمر ځمکې ته نږدې کیږي، له أبو أمامة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تُدْنَى الشَّمْسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْخَلْقِ، حَتَّى تَكُونَ مِنْهُمْ كَمِقْدَارِ مِيلٍ» -قَالَ سُلَيْمُ بْنُ عَامِرٍ: فَوَاللهِ مَا أَدْرِي مَا يَعْنِي بِالْمِيلِ؟ أَمَسَافَةَ الْأَرْضِ، أَمِ الْمِيلَ الَّذِي تُكْتَحَلُ بِهِ الْعَيْنُ؟- قَالَ: «فَيَكُونُ النَّاسُ عَلَى قَدْرِ أَعْمَالِهِمْ فِي الْعَرَقِ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى كَعْبَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى حَقْوَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يُلْجِمُهُ الْعَرَقُ إِلْجَامًا». «د قیامت په ورځ به لمر له مخلوقاتو څخه رانږدې کړای شي، تر دې چې د یو میل په اندازه به شي» سُلیم بن عامر وایې: قسم په الله زه نه پوهیږم چې له میل څخه به یې هدف څه وي؟ آیا د ځمکې واټن، او یا د رنجو هغه سلایي چې سترګي پرې توریږي؟ فرمایلي یې دي: «نو خلک به د خپلو عملونو په اندازه په خولو کې وي، ځینې له دوی څخه به تر دواړو ښنګرو پوري وي او ځینې له دوی څخه به د دواړو زنګنونو پوري وي او ځینې له دوی څخه به تر ازار بند پوري وي او ځیې له دوی څخه به هغه وي چې خولو په بشپړه توګه ډوب کړی وي». مسلم (2864) او ترمذي (2421) روایت کړی.
او مؤمنان به په خپلو نیکو علمونو سره چې وړاندې یې کړي دي د لمر له ګرمۍ څخه ځان ژغوري، ځینې له دوی څخه به د عرش په سیوري کې وي، لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ، يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ». «اوه کسان دي چې الله تعالی به یې په خپل سیوري کې ځای کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری به نه وي». بخاري (660)، او مسلم (1031)روایت کړی دی.
او ځینو لره به - دوه سورتونو (البقره) او ( آل عمران ) د خپل سیوري لاندې راوستي وي، او د ده لپاره به د الله تعالی په وړاندې استدلال کوي، رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ. اقْرَؤُوا الزَّهْرَاوَيْنِ الْبَقَرَةَ، وَسُورَةَ آلِ عِمْرَانَ، فَإِنَّهُمَا تَأْتِيَانِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَأَنَّهُمَا غَمَامَتَانِ، أَوْ كَأَنَّهُمَا غَيَايَتَانِ، أَوْ كَأَنَّهُمَا فِرْقَانِ مِنْ طَيْرٍ صَوَافَّ، تُحَاجَّانِ عَنْ أَصْحَابِهِمَا، اقْرَؤُوا سُورَةَ الْبَقَرَةِ، فَإِنَّ أَخْذَهَا بَرَكَةٌ، وَتَرْكَهَا حَسْرَةٌ، وَلَا تَسْتَطِيعُهَا الْبَطَلَةُ». «قرآن ولولئ، یقینا چې دغه - قرآن - به د قیامت په ورځ د خپلو خاوندانو لپاره سفارش کوونکي راشي، دوه رڼا کوونکي ولولئ یعنې بقره او آل عمران سورت، یقینا چې دغه دواړه به د قیامت په ورځ لکه د وريځو په څېر راشي، یا به داسې په سر سیوری شي لکه وریځ او یا بل څه، او یا به دواړه داسې وي لکه د مرغیو دوه ډلې یا سیلونه چې وزرې یې غوړولي وي او د خپل خاوند لپاره به استدلال کوي، نو البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت دی، او پریښودل یې پښیماني او د زړه ماتیدل دي، او جادوګران یا تنبل انسانان یې نه شي لوستلی». مسلم(804) روایت کړی دی. او ځینې لدوی څخه به د خپلې صدقې د سیوري لاندې وي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كُلُّ امْرِئٍ فِي ظِلِّ صَدَقَتِهِ حَتَّى يُفْصَلَ بَيْنَ النَّاسِ». «هر سړی به د خپلې صدقې تر سیوري لاندې وي تر دې چې د خلکو تر منځه پریکړه وکړای شي». احمد (17333)، ابو يعلی (1766)، ابن خزيمه (2431)، ابن حبان (3310) او ابن خزيمه او ابن حبان صحیح ګڼلی دی.
(بــاب في الشفاعة يوم القيامة ومجيء الرب وإتيانه لفصل القضاء بين عباده) باب دی د قيامت په ورځ د شفاعت او د رب د راتګ په اړه چې د بنده ګانو تر منځه په پریکړې سره جلاوالی راولي
او مونږ ایمان لرو چې شفاعت یوازې د الله جل جلاله په واک کې دی، حق ذات فرمایلي دي: (قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) (ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى،خاص د هغه لپاره د آسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ). [الزمر سورت: 44 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې هیڅوک د هغه له اجازې پرته شفاعت نشي کولی، حق ذات فرمایلي دي: {مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ} (څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره). [البقرة سورت: 255 آیت]، او سفارش کوونکي سفارش نه کوي مګر د هغه چا لپاره چې رحمان ذات یې وینا او کړنه خوښه کړې وي، الله عزوجل فرمایلي دي: {وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلاَّ لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُون} (او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي). [الأنبياء سورت: 28 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {يَوْمَئِذٍ لاَّ تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلاَّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلاً} (په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي). [طه سورت: 109 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې په شفاعت سره تر ټولو نیکمرغه خلک د اخلاص او توحید خاوندان دي، په حدیث کې له أبو هریرة - رضی الله عنه - څخه روایت دی چې هغه فرمایلي: وویل شو: ای د الله رسوله، ستا په شفاعت باندې د قیامت په ورځ تر ټولو نیکمرغه خلک څوک دي؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «لَقَدْ ظَنَنْتُ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، أَنْ لَا يَسْأَلُنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ، مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ، أَوْ نَفْسِهِ». «ما باور درلوده ای أبو هریرة چې د دې حدیث په اړه به راڅخه ستا څخه مخکې څوک پوښتنه نه کوي؛ د هغه حرص له امله چې زه یې په تاکې په حدیث باندې وینم، د قیامت په ورځ تر ټولو نیمکرغه خلک زما په شفاعت هغه څوک دی چې : لا اله الا الله یې د زړه یا د نفس له اخلاصه ویلي وي». بخاري (99، 6570) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې کافرانو ته د شفاعت کوونکو شفاعت نشته، حق ذات فرمایلي دي: {فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِين} (نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي). [المدثر سورت: 48 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - له خپلو بنده ګانو څخه چې چاته وغواړي د شفاعت اجازه ورکوي؛ د شفاعت کوونکي د پاره عزت او دچا لپاره چې شفاعت کیږي په هغه مهرباني. او مونږ پوهیږو چې د قیامت په ورځ به تر ټولو لوی شفاعت کوونکی زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - وي، هغه به ګڼ شمېر شفاعتونه کوي او تر ټولو لوی او اړین شفاعت یې د موقف د خلکو لپاره دی، تر څو یې تر منځه پریکړه وشي او همدغه ستایل شوی مقام دی، او - ستایل شوی ځای - همدغه دی چې الله تعالی ترې په خپل کتاب کې یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا} (او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې ستا لپاره دا زیاتي عبادت دى، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي). [الإسراء سورت: 79 آیت]، د بخاري سره د ابن عمر - رضی الله عنهما - په حدیث کې دي: «...فَيَشْفَعُ لِيُقْضَى بَيْنَ الْخَلْقِ فَيَمْشِي حَتَّى يَأْخُذَ بِحَلْقَةِ الْبَابِ فَيَوْمَئِذٍ يَبْعَثُهُ اللَّهُ مَقَامًا مَحْمُودًا يَحْمَدُهُ أَهْلُ الْجَمْعِ كُلُّهُمْ». «... نو شفاعت به وکړي تر څو د خلکو تر منځه پریکړه وشي، نو لاړ به شي تر څو د دروازې کړۍ ونیسي، نو په دغه ورځ باندې به یې الله تعالی ستایل شوي مقام ته ولیږي، چې ټول راټول شوي به یې وستایي». بخاري (1475) روایت کړی. نو پدې حدیث کې یې د قضاء په باب کې د شفاعت یادونه وکړه، سپیڅلي حق ذات خبر ورکړی دی چې هغه به د پریکړې او فیصلې په موخه تشریف راوړي لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ وَقُضِيَ الأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الامُور} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي). [البقرة سورت: 210 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا} [او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)]. [الفجر سورت: 22 آیت]. او د الله - تعالی - دا وینا: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي). [الأنعام سورت: 158 آیت].
بیا د جنتیانو جنت ته د داخلیدلو شفاعت، او پدې شفاعت باندې زیاتو متواترو حدیثونو دلالت کړی دی، له جملې څخه یې د أنس - رضي الله عنه - مشهور حدیث دی چې هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «کله چې د قیامت ورځ شي خلک به له یو بل سره یو ځای شي، نو آدم ته به راشي ورته به ووایي: خپل رب ته دې زمونږ شفاعت وکړه، نو هغه به ووایي: زه د دې لپاره نه یم، خو ابراهیم ته ورشئ، ځکه چې هغه د رحمن ذات خلیل دی، نو ابراهیم ته به راشي، هغه به ووایي: زه د دې لپاره نه یم، خو موسی ته ورشئ؛ یقینا چې هغه د الله تعالی کلیم دی، نو موسی ته به راشي، هغه به ووايي: زه د دې لپاره نه یم، خو عیسی ته ورشئ؛ ځکه چې هغه د الله تعالی لخوا روح او د هغه کلمه ده، نو عیسی ته به ورشي، هغه به ورته ووایی: زه د دې لپاره نه یم، مګر محمد – صلی الله علیه وسلم – ته ورشئ، نو ماته به راشي، زه به ورته ووایم: زه د دې لپاره یم، نو په خپل رب به مې اجازه وغواړم، اجازه به راته وکړای شي او الله تعالی به ماته په زړه کې د هغه ستاینې الهام کړي، تر څو یې پرې وستایم چې اوس مې ذهن ته نه راځي، نو په هغو ستاینو سره به یې وستایم، او په سجده به ورته پریوځم، نو وبه وایي: ای محمده! سر دې پورته کړه، ووایه ستا څخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت، زما امت، نو هغه به ووایي: لاړ شه! هر هغه څوک له – اور– څخه راوباسه چې په زړه کې یې د وربشې د دانې په اندازه ایمان وي، نو زه به لاړ شم او همداسې به وکړم، بیا به راوګرځم، نو په همغه ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو راته به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، او ووایه، ستا څخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې قبلیږی، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت زما امت، نو راته به ووایي: لاړ شه او هر هغه څوک ترې راوباسه چې په زړه کې یې د ذرې او یا کنجد د دانې په اندازه ایمان وي، نو زه به همداسې وکړم، بیا به راوګرځم، نو په همغو ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو وبه وایې: ای محمده! سر دې پورته کړه، ووایه درڅخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، او شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت زما امت، نو راته به ووایي: لاړ شه او د هغه چا په زړه کې چې د کنجد د دانې په اندازه لږ، لږ، لږ ایمان هم وي، نو له اور څخه یې راوباسه، نو زه به لاړ شم او دا کار به وکړم » نو کله چې مونږ له أنس څخه راووتلو خپلو ځینو ملګرو ته مې وویل: که چېرته حسن ته ورغلي وو حال دا چې هغه د أبو خلیفه په کور پټ و، نو هغه حدیث ورته بیان کړو کوم مو چې أنس بن مالک ته بیان کړ، نو ورته ورغلو، سلام مو پرې واچاوه، نو مونږ ته یې اجازه راکړه، نو مونږ ورته وویل: ای أبو سعیده! ستا له ورور أنس بن مالک نه درته راغلو، مونږ هغه څه تر اوسه نه و لیدلي کوم چې هغه مونږ ته د شفاعت په اړه بیان کړل، نو هغه وویل: راته ووایئ، نو مونږ ورته حدیث بیان کړ، نو دې ځای کې یې پای ته ورساوه، نو ویې وییل: هِيهْ، یعنې نور راته ووایئ: نو مونږ ورته وویل: لدې څخه زیات یې راته ندی بیان کړی، نو هغه وویل: یقینا چې ماته یې حدیث بیان کړی دی – حال دا چې هغه پوره و – له شلو کلونو راهیسي، نو زه نه پوهیږم چې هېر کړی یې دی او یا یې غوره نده ګڼلې چې درته یې ووایې – هسې نه چې بیا یوازې په توکل بسنه وکړئ؟ مونږ وویل: ای أبو سعیده! مونږ ته حدیث بیان کړه، نو ویې خندل، او ویې وییل: انسان تلوار خوښوونکی پیدا شوی دی، دا خبره مې درته یاده نه کړه مګر د دې لپاره چې زه غواړم حدیث درته بیان کړم، ماته یې داسې حدیث بیان کړی دی لکه څرنګه یې چې تاسو ته بیان کړی دی وایي: « بیا به په څلورم ځل راوګرځم نو په همغو ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو راته به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، واوره درڅخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! ماته د هغه چا لپاره د شفاعت اجازه راکړه چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، یې ویلي وي، نو وبه وایي: زما دې په خپل عزت، جلال، لویۍ او عظمت قسم وي چې زه به هر هغه څوک ترې راوباسم چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ یې ویلي وي ». بخاري (7510)، مسلم (193) او ابن ماجه (4312) روایت کړی.
او لدې څخه د ابو هریره - رضی الله عنه - حدیث دی، چې هغه د انس - رضی الله عنه - حدیث ته ورته دی او په پای کې یې وویل: «...اذْهَبُوا إِلَى مُحَمَّدٍ، فَيَأْتُوني فَيَقُولُونَ: يَا مُحَمَّدُ، أَنْتَ رَسُولُ اللهِ، وَخَاتَمُ الْأَنْبِيَاءِ، وَغَفَرَ اللهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، أَلَا تَرَى مَا نَحْنُ فِيهِ؟ أَلَا تَرَى مَا قَدْ بَلَغَنَا؟ فَأَنْطَلِقُ، فَآتِي تَحْتَ الْعَرْشِ، فَأَقَعُ سَاجِدًا لِرَبِّي، ثُمَّ يَفْتَحُ اللهُ عَلَيَّ وَيُلْهِمُنِي مِنْ مَحَامِدِهِ، وَحُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ شَيْئًا لَمْ يَفْتَحْهُ لِأَحَدٍ قَبْلِي، ثُمَّ يُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ، ارْفَعْ رَأْسَكَ، سَلْ تُعْطَهْ، اشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَرْفَعُ رَأْسِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أُمَّتِي أُمَّتِي، فَيُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ، أَدْخِلِ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لَا حِسَابَ عَلَيْهِ مِنَ الْبَابِ الْأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ، وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الْأَبْوَابِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنَّ مَا بَيْنَ الْمِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الْجَنَّةِ لَكَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَهَجَرٍ، أَوْ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَبُصْرَى». «...لاړ شئ محمد ته، نو ماته به راشي، راته به ووایي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د پیغمبرانو ورستی یو یې او الله تعالی درته مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، د خپل رب په وړاندې دې مونږ ته شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې مونږ په څه حال کې یو؟ آیا ته نه ګورې چې مونږ ته څه رارسیدلي دي؟ نو زه به لاړ شم، د عرش لاندې به راشم، نو خپل رب ته به په سجده پریوځم، بیا به الله تعالی پر ما خپلې - لورینې - پرانیزي او خپلې ستاینې او ښایسته ثناء به راته راپه زړه کړي چې لدې وړاندې یې هیچا ته ندي ورپه زړه کړي، بیا به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وکړه شفاعت دې منل کیږي، نو زه به سر راپورته کړم، نو وبه وایم ای ربه ! زما امت زما امت، نو وبه وییل شي: ای محمده! د جنت له دروازو څخه له ښۍ دروازې نه دې له امت څخه هر هغه څوک جنت ته ننباسه چې حساب پرې نشته، حال دا چې هغوی د نورو خلکو سره لدې دروازې پرته په نورو دروازو کې هم برخوال دي، نو قسم دې وي په هغه ذات چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی چې د جنت له - دروازو - څخه د یوې دروازې دوو پلو تر منځه دومره پراخوالی دی لکه څومره چې د مکې او هجر تر منځه دی او یا لکه څومره چې د مکې او بُصْرَى تر منځه دی». بخاري (3340)، او مسلم (194) روایت کړی دی.
او له جملې څخه یې د أنس بن مالک - رضي الله عنه - حدیث دی فرمایي چې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا أَوَّلُ شَفِيعٍ فِي الْجَنَّةِ، لَمْ يُصَدَّقْ نَبِيٌّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ مَا صُدِّقْتُ، وَإِنَّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ نَبِيًّا مَا يُصَدِّقُهُ مِنْ أُمَّتِهِ إِلَّا رَجُلٌ وَاحِدٌ». «زه لومړی شفاعت کوونکی یم په جنت کې، څومره چې زه رښتینی ګڼل شوی یم زما په اندازه بل هیڅ نبي - دومره - رښتینی ندی ګڼل شوی، او یقینا له أنبیاوو څخه یو نبي دی چې له خپل امت څخه یې یوازې یو سړي تصدیق کړی و». مسلم (196)، او دارمي(52) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ قَدْ دَعَا بِهَا فَاسْتُجِيبَ، فَجَعَلْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَوْمَ القِيَامَةِ»، «د هر نبي لپاره یوه دعا ده چې په هغې سره یې دعا کړې ده نو ورته قبول شوې ده، نو ما د خپل امت لپاره د قیامت په ورځ شفاعت دعا ګرځولې ده»، بخاري (6305) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا، وَأُرِيدُ أَنْ أَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي فِي الآخِرَةِ». "د هر پیغمبر لپاره یوه دعا ده چې قبلیږي، نو هغه پرې دعا کوي او زه غواړم چې زما دعا د خپل امت د شفاعت لپاره پټه وساتم". بخاري (6304)، مسلم (199)، ترمذي (3602)، او ابن ماجه (4307) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو لکه څرنګه چې الله تعالی زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - ته په شفاعت کولو سره عزت ورکړی دی، نو همدارنګه أنبیاوو، پرښتو و مؤمنانو ته یې هم عزت ورکړی دی، له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «...فيقول الله عز وجل: شفعت الملائكة، وشفع النبيون، وشفع المؤمنون، ولم يبق إلا أرحم الراحمين، فيقبض قبضة من النار، فيخرج منها قومًا لم يعملوا خيرًا قط». «... نو الله - تعالی - به وفرمایي: ملاېکو شفاعت وکړ، أنبیاوو شفاعت وکړ، مؤمنانو شفاعت وکړ، او ندی پاتې مګر أرحم الراحمین ذات، نو له اور څخه به یوه قبضه ( موټی) راواخلي، نو له دوی څخه به داسې یو قوم هم راووځي چې هیڅکله یې د خیر کار ندی کړی». بخاري (۷۴۳۹) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی دی.
(بــاب العرض والحساب وتوزيع الصحف) باب دې په بیان د عرض( د اعمالو وړاندې کېدل)،او حساب او د عملنامو د وېش په اړه.
او مونږ ایمان لرو چې هر انسان ته یې عملنامه ورکول کیږي، نو ځینی به خپلې عملنامې لره په ښي اخیستونکي وي، حق ذات فرمایلي دي، او وینا یې حق ده: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيه} (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ). [الحاقة سورت: 19 آیت].
او اخیستونکی خپلې عملنامې لره په چپ لاس سره، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيه} (او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې). [الحاقة سورت : 25 آیت]، او یا به یې د شا لخوا واخلي، الله عزوجل - فرمایلي دي: {وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِه} (او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي). [الانشقاق سورت: 10 آیت]، او ورته به وویل شي: {اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا} (ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى). [الإسراء سورت: 14 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} (او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (عملنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي). [الكهف سورت: 49 آیت].
او مونږ - الله تعالی ته د بندګانو - په وړاندې کېدلو ایمان لرو، حق ذات فرمایلي دي او وینا یې حق ده: {يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لاَ تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَة} (په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي]. [الحاقة سورت: 18 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَعُرِضُوا عَلَى رَبِّكَ صَفًّا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًا} (او دوى به خپل رب ته قطار قطار وړاندې كړى شي (او وبه ویل شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يوازې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به ستاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو). [الكهف سورت: 48 آیت]. او له عدي بن حاتم څخه روایت دی فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَا مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ مِنْ عَمَلِهِ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلَا يَرَى إِلَّا النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ، فَاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ». «نشته دی هیڅوک ستاسو څخه مګر دا چې د هغه رب به له هغه سره خبرې وکړي پداسې حال کې چې د ده او د هغه تر منځه به هیڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي اړخ ته به وګوري، نو هیڅ به نه ګوري پرته له هغه عمل څخه چې وړاندې یې کړی دی او خپل چپ اړخ ته به وګوري نو هیڅ به ونه ګوري مګر هغه عمل چې وړاندې یې کړی دی، او خپلې مخې ته به وګوري نو نه به ګوري مګر اور، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمې خرما سره وي». بخاري (6539)، او مسلم (1016) روایت کړی دی.
او مونږ په حساب ایمان لرو، او دا چې الله به د خپلو بندګانو سره حساب کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُم * (بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى. ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم} بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى). [الغاشية سورت: 25، 26 آیتونه]، نو چا چې خیر ومونده، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل، نو یوازې خپل نفس دي ملامته کړي، لکه څرنګه چې پدې سره له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه صحیح روایت راغلی دی: «...يَا عِبَادِي إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ، ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا، فَلْيَحْمَدِ اللهَ وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ، فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ». «...ای زما بنده ګانو، یقینا چې دغه ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته شمېرم، بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند، نو د الله ستاینه دې ادا کړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل، نو یوازې خپل نفس دې ملامت کړي». مسلم (2577) روایت کړی دی.
او هغه سپېڅلی ذات تېز حساب کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {الْيَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ لاَ ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَاب} (نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى). [غافر سورت: 17 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې ځینې مؤمنان به له حساب پرته جنت ته داخلیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَدْخُلُ مِنْ أُمَّتِي الْجَنَّةَ سَبْعُونَ أَلْفًا بِغَيْرِ حِسَابٍ....». «زما له أمت څخه به اویا زره نفر له حساب پرته جنت ته داخلیږي...». بخاري (5811)، او مسلم (216) روایت کړی دی او دا لفظ د همده دی.
او د الله - جل جلاله - حساب له خپلو بندګانو سره بېلا بېلې مرتبې او جلا جلا حالتونه لري، په بنده ګانو کې به له ځینو سره سخت حساب وشي او له ځینو نورو سره به آسان حساب وشي، الله تعالی فرمایلي دي: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِه * (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي. فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا} نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب). [الانشقاق سورت: 7، 8 آیتونه].
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی، چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَيْسَ أَحَدٌ يُحَاسَبُ يَوْمَ القِيَامَةِ إِلَّا هَلَكَ». «له هیچا سره به د قیامت په ورځ حساب نه کیږي مګر دا چې هغه به هلاک شي». بخاري (6537)، او مسلم (2876) روایت کړی دی. فقلت: يا رسول الله، أليس قد قال الله تعالى: نو ما وویل: ای د الله رسوله! آیا الله - تعالی - ندي فرمایلي: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِه * (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي. فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا}؟ نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب). [الانشـقاق سورت: 7، 8 آیتونه]، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «إِنَّمَا ذَلِكِ العَرْضُ، وَلَيْسَ أَحَدٌ يُنَاقَشُ الحِسَابَ يَوْمَ القِيَامَةِ إِلَّا عُذِّبَ». «یقینا دا پیش کېدل دي(الله به ورته ووایي چې دا ګناه دې کړې دا فلانۍ ګناه دې کړې درته مې و بخښله )او هیڅوک داسې نشته چې د قیامت په ورځ ورسره بحث وشي مګر دا چې عذاب به ورکړل شي». بخاري (6537) روایت کړی . او په هغه ورځ به له هیچا سره ظلم ونه شي، الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدله د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي). [البقرة سورت: 281 آیت].
او له امتونو څخه لومړی امت چې حساب به ورسره کیږي هغه د محمد - صلی الله علیه وسلم - امت دی؛ دلیل یې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «... نَحْنُ الْآخِرُونَ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا، وَالْأَوَّلُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، الْمَقْضِيُّ لَهُمْ قَبْلَ الْخَلَائِقِ». «... مونږ د دنیا وروستي خلک یو، په قیامت کې تر ټولو لومړي، هغوی چې له ټولو مخلوقاتو څخه به مخکې ورته فیصله کیږي». مسلم (856) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به فیصله کیږي، د وینو قضیې دي؛ دلیل یې د نبي - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړۍ فيصله د وينو په اړه وي". بخاري (6864)، او مسلم (1678) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې پدغه ورځ به ګواهان راوستل شي، نو پرښتې به ګواهي ورکړي او ځمکه به ګواهي ورکړي په هغه عملونو چې بنده ګانو پرې کړي دي، او د بدن غړي به ګواهي ورکړي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَاد} (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: 51 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَشْرَقَتِ الأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي). [الزمر سورت: 69 آیت]، الله تعالی فرمایلي دي: {يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا} (په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي). [الزلزله سورت: 4 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُون} (نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول). [يس سورت: 65 آیت].
او په «الصحيح» کې د أبو هریرة - رضي الله عنه - په حدیث کې پر بنده ګانو د بدن د غړو د شاهدۍ ورکولو یادونه شوې ده، او په هغه کې راځي: «...ثُمَّ يُقَالُ لَهُ: الْآنَ نَبْعَثُ شَاهِدَنَا عَلَيْكَ، وَيَتَفَكَّرُ فِي نَفْسِهِ: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْهَدُ عَلَيَّ؟ فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، وَيُقَالُ لِفَخِذِهِ وَلَحْمِهِ وَعِظَامِهِ: انْطِقِي، فَتَنْطِقُ فَخِذُهُ وَلَحْمُهُ وَعِظَامُهُ بِعَمَلِهِ، وَذَلِكَ لِيُعْذِرَ مِنْ نَفْسِهِ، وَذَلِكَ الْمُنَافِقُ، وَذَلِكَ الَّذِي يَسْخَطُ اللهُ عَلَيْهِ». «... بیا به ورته وویل شي: اوس به پر تا باندي مونږ خپل شاهد راولیږو، نو له ځان سره به فکر کوي چې: دا به څوک وي چې پر ما شاهدي وایي؟ نو په خوله به یې مهر ولږیږي، او ورون، غوښې او هډوکي ته به یې وویل شي: خبرې وکړه، نو ورون، غوښه او هډوکي به یې د هغه د کړنو په اړه خبرې وکړي، دا د دې لپاره چې پر ځان ورته عذر پاتې نه شي، او دا منافق دی، او همدا نفر دی چې الله به پرې غصه وي». مسلم (2968) روایت کړی دی.
وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَضَحِكَ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مِمَّ أَضْحَكُ؟» قَالَ: قُلْنَا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «مِنْ مُخَاطَبَةِ الْعَبْدِ رَبَّهُ، يَقُولُ: يَا رَبِّ، أَلَمْ تُجِرْنِي مِنَ الظُّلْمِ؟ قَالَ: يَقُولُ: بَلَى، قَالَ: فَيَقُولُ: فَإِنِّي لَا أُجِيزُ عَلَى نَفْسِي إِلَّا شَاهِدًا مِنِّي، قَالَ: فَيَقُولُ: كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ شَهِيدًا، وَبِالْكِرَامِ الْكَاتِبِينَ شُهُودًا، قَالَ: فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، فَيُقَالُ لِأَرْكَانِهِ: انْطِقِي، قَالَ: فَتَنْطِقُ بِأَعْمَالِهِ، قَالَ: ثُمَّ يُخَلَّى بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْكَلَامِ، قَالَ: فَيَقُولُ: بُعْدًا لَكُنَّ وَسُحْقًا، فَعَنْكُنَّ كُنْتُ أُنَاضِلُ». او له أنس بن ما لک څخه روایت دی وایې: مونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره وو نو هغه وخندل او ویې وییل: "آیا تاسو پوهیږئ چې زه په څه خاندم؟" وایې: مونږ وویل: چې الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، فرمایي:بنده ته د خپل رب د خطاب له امله:، بنده به وایي: ای ربه، آیا له ظلم څخه دې نه یم ساتلی؟ وایي: وبه وایي: هو، وایې: نو ورته به ووایي: زه په خپل ځان پرته له خپل ځان څخه بل ګواه ته اجازه نه ورکوم، وایې: نو ورته به ووایي: نن ورځ ستا نفس په خپله په تاباندې د ګواهۍ لپاره بسنه کوي، او د کرام الکاتبین ګواهان، وایې: نو په خوله باندې به یې مهر ولګیږي، د بدن غړو ته به یې وویل شي، خبرې وکړئ، وایې: نو د ده په کړنو به ګواهي ورکړي، وایې: بیا د ده او د خبرو تر منځ پرېښودل شي، وایي: نو وبه وایي: ورک شئ او برباد شئ، ستاسو څخه مې دفاع کوله». مسلم (2969) روایت کړی دی.
(بــاب الإيمان بالـموازين) باب دی په بیان د ایمان کې په تلو باندې.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو د عملونو د تللو لپاره د انصاف تلې ږدي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلاَ تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِين} (او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو). [الأنبياء سورت: 47 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون * (او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تلې (دنیکۍ) يې درندې وختلې، نو همدغه خلک كامیاب دي. وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَـئِكَ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُواْ بِآيَاتِنَا يِظْلِمُون} او هغه څوك چې تلې (د نیکۍ) يې سپكې شوی، نو دا هغه خلک دي چې ځانونه یې زیانمن کړ یدى، په سبب د دې چې همیشه به یې زمونږ په آیتونو ظلم كاوه). [الأعراف سورت: 8، 9 آیتونه]، دا حقیقي تله ده چې دوه پلې او یوه ژبه لري چې په هغه سره د بندګانو اعمال تلل کیږي.
او مونږ پر دې ایمان لرو چې عملونه په تله کې ایښودل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي المِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللَّهِ العَظِيمِ». "دوه کلمې چې په ژبه سپکې، په تله کې درندې، رحمن ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ دي". بخاري (6682)، مسلم (2694)، ترمذي (3467) او ابن ماجه (3806) روایت کړی دی.
او همدا رنګه رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ...». «پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، او الحمد لله د اعمالو تله ډکوي...». مسلم (223)، ترمذي (3517)، نسائی (2437) او ابن ماجه (280) روایت کړی دی.
او موږ پوهیږو چې عمل کوونکی د خپل عمل سره یو ځای په تله کې ايښودل کیږي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: د قیامت په ورځ به یو لوی چاغ سړی راشي، چې د الله تعالی په نزد به د ماشي د وزر په اندازه وزن نه لري، او ویې فرمایل: ولولئ: {فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ وَزْنًا} [الكهف: 105] ،(نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو (هېڅ حيثيت به ورنكړو) . (بخاري (۴۷۲۹) او مسلم (۲۷۸۵) روایت کړی دی. همدا رنګه په تلو کې عملنامې کېښودل کیږي، لکه څرنګه چې پر دې د بطاقې ( کارت ) حدیث دلالت کړی دی. ترمذي (2639)، ابن ماجه (4300)، ابن المبارک په المسند (100) او الزھد (2/109) کې او احمد (6994) کې روایت کړی دی.
(بــاب الإيمان بالحوض) باب دی په حوض باندې د ایمان په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې زمونږ رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - لره یو حوض دی چې امت به ورته ورځي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر} (بېشکه مونږ تا ته کوثر درکړی). [الكوثر سورت: 1 آیت].
وَعَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: بَيْنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ بَيْنَ أَظْهُرِنَا إِذْ أَغْفَى إِغْفَاءَةً ثُمَّ رَفَعَ رَأْسَهُ مُتَبَسِّمًا، فَقُلْنَا: مَا أَضْحَكَكَ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «أُنْزِلَتْ عَلَيَّ آنِفًا سُورَةٌ» فَقَرَأَ: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَر * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَر} [الكوثر: 1-3]» ثُمَّ قَالَ: «أَتَدْرُونَ مَا الْكَوْثَرُ؟» فَقُلْنَا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ نَهْرٌ وَعَدَنِيهِ رَبِّي عز وجل، عَلَيْهِ خَيْرٌ كَثِيرٌ، هُوَ حَوْضٌ تَرِدُ عَلَيْهِ أُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، آنِيَتُهُ عَدَدُ النُّجُومِ، فَيُخْتَلَجُ الْعَبْدُ مِنْهُمْ، فَأَقُولُ: رَبِّ، إِنَّهُ مِنْ أُمَّتِي فَيَقُولُ: مَا تَدْرِي مَا أَحْدَثَتْ بَعْدَكَ». او له أنس - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې: یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - زمونږ تر منځه و چې ناڅاپه د یوې لحظې لپاره خوبه وړی شو، بیا یې سر راپورته کړ پداسې حال کې چې مسکا یې کوله، نو مونږ وویل: څه شي وخندولې ای د الله رسوله، ویې فرمایل: « لږ وړاندې راباندې یو سورت نازل شو » بیا یې ولوست: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَر * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَر} [الكوثر: 1-3]» پیل کوم په نوم د الله چې خورا زیات رحم کوونکی او مهربان دی، بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى، نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه، بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى). بیا یې وویل:آیا پوهیږئ چې کوثر څه شی دی؟ نو مونږ وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، فرمایي: « هغه یو نهر دی چې ماسره مې رب د هغه وعده کړې ده، په هغې باندې لوی خیر دی، هغه یو حوض دی چې د قیامت په ورځ پرې زما امت راځي، لوښې یې د ستورو د شمېر په اندازه دي، نو د دوی ( زما د امتیانو ) له منځه به یو سړی وویستل شي او لرې به وشړل شي، نو زه به ووایم: ای رب، هغه زما له امت څخه دی، نو هغه به ووایي: ته نه پوهیږې چې -ستا امت- ستا څخه وروسته څومره بدلون کړی دی». مسلم (400) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللَّبَنِ، وَرِيحُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَكِيزَانُهُ كَنُجُومِ السَّمَاءِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهَا فَلَا يَظْمَأُ أَبَدًا». «زما د حوض ( اوږدوالی ) د یوې میاشتې د مزل په اندازه دی، اوبه یې له شېدو سپینې دي، بوی یې له مشکو څخه ښایسته دی او جامونه یې لکه د آسمان ستوري دي، چا چې ترې یو ځل څښاک وکړ نو هیڅکله به تږی نه شي». بخاري (6579) او مسلم (2292) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ حَوْضِي أَبْعَدُ مِنْ أَيْلَةَ مِنْ عَدَنٍ، لَهُوَ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنَ الثَّلْجِ، وَأَحْلَى مِنَ الْعَسَلِ بِاللَّبَنِ، وَلَآنِيَتُهُ أَكْثَرُ مِنْ عَدَدِ النُّجُومِ، وَإِنِّي لَأَصُدُّ النَّاسَ عَنْهُ، كَمَا يَصُدُّ الرَّجُلُ إِبِلَ النَّاسِ عَنْ حَوْضِهِ». قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، أَتَعْرِفُنَا يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: «نَعَمْ، لَكُمْ سِيمَا لَيْسَتْ لِأَحَدٍ مِنَ الْأُمَمِ، تَرِدُونَ عَلَيَّ غُرًّا، مُحَجَّلِينَ مِنْ أَثَرِ الْوُضُوءِ». «یقینا زما د حوض - د دوو څنډو تر منځه - لرې والی دومره دی لکه څومره چې ایله له عدن څخه لیرې ده، یقینا چې له واوري څخه زیات سپین، له شهدو څخه چې شېده ورسره وي زیات خوږ دی، او لوښي یې د آسمان له ستورو څخه زیات دي او زه به ترې نه خلک داسې منع کوم لکه څرنګه چې یو سړی د خلکو اوښان له خپل حوض څخه منع کوي». هغوی وویل: ای د الله رسوله، آیا په هغه ورځ مو ته پېژنې؟ ویې وییل: « هو، تاسو داسې نخښې لرئ چې هیڅ یو امت یې نه لري، تاسې به پر ما پداسې حال کې راځئ چې د اودس له امله به مو غړي رڼا کوي». مسلم (247) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «بَيْنَا أَنَا قَائِمٌ إِذَا زُمْرَةٌ، حَتَّى إِذَا عَرَفْتُهُمْ خَرَجَ رَجُلٌ مِنْ بَيْنِي وَبَيْنِهِمْ، فَقَالَ: هَلُمَّ، فَقُلْتُ: أَيْنَ؟ قَالَ: إِلَى النَّارِ وَاللَّهِ، قُلْتُ: وَمَا شَأْنُهُمْ؟ قَالَ: إِنَّهُمُ ارْتَدُّوا بَعْدَكَ عَلَى أَدْبَارِهِم القَهْقَرَى. ثُمَّ إِذَا زُمْرَةٌ، حَتَّى إِذَا عَرَفْتُهُمْ خَرَجَ رَجُلٌ مِنْ بَيْنِي وَبَيْنِهِمْ، فَقَالَ: هَلُمَّ، قُلْتُ: أَيْنَ؟ قَالَ: إِلَى النَّارِ وَاللَّهِ، قُلْتُ: مَا شَأْنُهُمْ؟ قَالَ: إِنَّهُمُ ارْتَدُّوا بَعْدَكَ عَلَى أَدْبَارِهِم القَهْقَرَى، فَلَا أُرَاهُ يَخْلُصُ مِنْهُمْ إِلَّا مِثْلُ هَمَلِ النَّعَمِ». «پداسې حال کې چې زه به ولاړ یم یوه ډله به - راشي - تر دې چې زه یې وپيژنم نو زما او د هغوی تر منځه به یو سړی راووځي (چې اصلا به ملاېکه وي) نو وبه وایي: راځئ، نو زه به ووایم: چېرته ؟ - یعنې دوی چېرته بوځې؟ وایې به : په الله قسم چې اور ته یې بوځم، ما وویل: څه حال دی د دوی ( یعنې ولې څه یې کړې دي) وایي به چې : دوی ستا څخه وروسته په شاتګ کړی او مرتد شوي وو. بیا به یوه بله ډله وګورم، تر دې چې ویې پیژنم نو زما او د دوی تر منځه به یو سړی راووځي ، نو وبه وایي: راځئ، ما وویل: چېرته ؟ وایي به : په الله قسم دی چې اور ته یې بوځم، زه به ووایم: د دوی څه حال دی یعنې ولې څه یې کړي دي؟ وایي به: یقینا دوی ستا څخه وروسته مرتد شوي دي او په شا تګ یې کړی دی، نو زه ګمان نه کوم چې لدوی څخه به ترې څوک خلاص شي مګر په دومره اندازه - خلک - لکه د حیواناتو له ټولګي څخه چې یو یې لرې پاتې شوی وي». بخاري (6587) روایت کړی دی.
او له أنس بن مالک - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: کله چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - آسمان ته وخیژول شو ویې فرمایل: «أتيت على نهرٍ حافَّتاهُ قبابُ اللؤلؤ المجوَّف، فقلتُ: ما هذا يا جبريلُ؟ قال: هذا الكوثر». «زه په یو نهر باندې راغلم چې دواړه غاړې یې له لعلونو او ګوهرو سینګار شوې ګنبدې وې، ما وویل: ای جبرائیله دا څه شی دی؟ هغه وویل: دا کوثر دی». بخاري (4964) روایت کړی دی.
(باب الصراط والجزاء) باب دی په باره د پل صراط او سزا کې
او مونږ ایمان لرو چې د صراط پل به په جهنم وهل کیږي، او هغه سخت خویه دی، بنده ګان به پرې د خپلو عملونو په اندازه تیریږي، او په هغه باندې د مارکونډي د غنو (خار خسک) په څېر تېرې کونډې دي، نو خلک به پرې د هغوی عملونو ته په لیدو پرې تېز تیریږي، او لومړی هغه کس چې د صراط له پل څخه به تېریږي هغه زمونږ نبي صلی الله علیه وسلم دی، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «...يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَيَقُولُ: مَنْ كَانَ يَعْبُدُ شَيْئًا فَلْيَتَّبِعْ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الشَّمْسَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ القَمَرَ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَتَّبِعُ الطَّوَاغِيتَ، وَتَبْقَى هَذِهِ الأُمَّةُ فِيهَا مُنَافِقُوهَا، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: هَذَا مَكَانُنَا حَتَّى يَأْتِيَنَا رَبُّنَا، فَإِذَا جَاءَ رَبُّنَا عَرَفْنَاهُ، فَيَأْتِيهِمُ اللَّهُ فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: أَنْتَ رَبُّنَا، فَيَدْعُوهُمْ، فَيُضْرَبُ الصِّرَاطُ بَيْنَ ظَهْرَانَيْ جَهَنَّمَ، فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يَجُوزُ مِنَ الرُّسُلِ بِأُمَّتِهِ، وَلَا يَتَكَلَّمُ يَوْمَئِذٍ أَحَدٌ إِلَّا الرُّسُلُ، وَكَلَامُ الرُّسُلِ يَوْمَئِذٍ : اللَّهُمَّ سَلِّمْ سَلِّمْ». «خلک به د قیامت په ورځ راپاڅیږي، نو وبه وایي: چا چې د هر شي عبادت کاوه د هغه پيروي دې وکړي، نو لدوی څخه به ځینې د لمر پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د سپوږمۍ پیروي وکړي، او لدوی څخه به ځینې د شیطانانو پيروي وکړي او دا امت به پاتې شي چې پدې کې به یې منافقان هم وي، نو الله تعالی به ورته راشي ورته به ووایي: زه ستاسو رب یم، نو هغوی به ووایي: مونږ به په همدې ځای کې یو تر څو مونږ ته زمونږ رب راشي، نو کله چې زمونږ رب راشي مونږ یې پیژنو، نو الله تعالی به ورته راشي، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، هغوی به ورته ووايي: ته زمونږ رب یې، نو هغوی به یې راوبلي، نو د جهنم پر ملا به پل ووهل شي، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له پيغمبرانو څخه خپل امت له صراط څخه تیروي، او په دغه ورځ به له پیغمبرانو پرته نور هیڅوک خبرې نه کوي، او د پیغمبرانو وینا به په دغه ورځ دا وي: اللهم سلم سلم. ای الله ومو ساتې وموساتي». بخاري (806)، مسلم (182)، ابوداود (4730)، ترمذي (2554) او ابن ماجه (178) روایت کړی دی.
او له أبو سعید الخدری - رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي: «...ثُمَّ يُؤْتَى بِالْجَسْرِ فَيُجْعَلُ بَيْنَ ظَهْرَيْ جَهَنَّم»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا الجَسْرُ؟ قَالَ: «مَدْحَضَةٌ مَزِلَّةٌ، عَلَيْهِ خَطَاطِيفُ وَكَلَالِيبُ، وَحَسَكَةٌ مُفَلْطَحَةٌ لَهَا شَوْكَةٌ عُقَيْفَاءُ، تَكُونُ بِنَجْدٍ، يُقَالُ لَهَا: السَّعْدَانُ، المُؤْمِنُ عَلَيْهَا كَالطَّرْفِ وَكَالْبَرْقِ وَكَالرِّيحِ، وَكَأَجَاوِيدِ الخَيْلِ وَالرِّكَابِ، فَنَاجٍ مُسَلَّمٌ، وَنَاجٍ مَخْدُوشٌ، وَمَكْدُوسٌ فِي نَارِ جَهَنَّمَ، حَتَّى يَمُرَّ آخِرُهُمْ يُسْحَبُ سَحْبًا...». «بیا به پل راوړل شي نو د جهنم پر شا به ولګول شي، مونږ وویل: ای د الله رسوله: او پل څه شی دی؟ هغه وفرمایل: هغه چې پښې پرې خویږي، د پاسه پرې لکه د حیواناتو د پنجو په څېر کړۍ او کلک، لوی او کاږه اغزي دي چې - دا ډول اغزي - په نجد کې موندل کیږي او د سعدان اغزي ورته وییل کیږي، ځینې مؤمنان پرې د سترګو په رپ، او ځینې لکه د برښنا او ځینې لکه د باد او یا تکړه آسونو او سپرلیو په څېر تېریږي، نو لدوی څخه ځیني وژغورل شي، او ځینې نجات مومي سره لدې چې راغورځیږي به او ځینې د جهنم په اور کې ورلویږي، تر دې چې وروستی یو یې تېر شي پداسې حال کې چې په څښېدلو به څښېږي». بخاري (7439) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «...وَفِي حَافَتَيِ الصِّرَاطِ كَلَالِيبُ مُعَلَّقَةٌ مَأْمُورَةٌ بِأَخْذِ مَنْ أُمِرَتْ بِهِ، فَمَخْدُوشٌ نَاجٍ، وَمَكْدُوسٌ فِي النَّارِ». «او د پل صراط په دواړو څنډو کې کونډې بندي شوي دي، امر ورته شوی تر څو هغه کسان راونیسي چې د نیولو امر یې ورته شوی دی، نو ځیني هغه دي چې کونډې به یې زخمي کړي خو وبه ژغورل شي او ځینې هغه دي چې د شا لخوا به ټیله ورکړل شي او په اور کې به وروغورځیږي». مسلم(195) روایت کړی دی.
وعن أَبي الزُّبَيْرِ، أَنَّهُ سَمِعَ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللهِ رضي الله عنهما يُسْأَلُ عَنِ الْوُرُودِ، فَقَالَ: «نَجِيءُ نَحْنُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَنْ كَذَا وَكَذَا، انْظُرْ أَي ذَلِكَ فَوْقَ النَّاسِ؟ قَالَ: فَتُدْعَى الْأُمَمُ بِأَوْثَانِهَا، وَمَا كَانَتْ تَعْبُدُ، الْأَوَّلُ فَالْأَوَّلُ، ثُمَّ يَأْتِينَا رَبُّنَا بَعْدَ ذَلِكَ، فَيَقُولُ: مَنْ تَنْظُرُونَ؟ فَيَقُولُونَ: نَنْظُرُ رَبَّنَا، فَيَقُولُ: أَنَا رَبُّكُمْ، فَيَقُولُونَ: حَتَّى نَنْظُرَ إِلَيْكَ، فَيَتَجَلَّى لَهُمْ يَضْحَكُ، قَالَ: فَيَنْطَلِقُ بِهِمْ وَيَتَّبِعُونَهُ، وَيُعْطَى كُلُّ إِنْسَانٍ مِنْهُمْ مُنَافِقًا، أَوْ مُؤْمِنًا نُورًا، ثُمَّ يَتَّبِعُونَهُ وَعَلَى جِسْرِ جَهَنَّمَ كَلَالِيبُ وَحَسَكٌ، تَأْخُذُ مَنْ شَاءَ اللهُ، ثُمَّ يُطْفَأُ نُورُ الْمُنَافِقِينَ، ثُمَّ يَنْجُو الْمُؤْمِنُونَ...». او له أبو الزبیر، څخه روایت دی چې هغه له جابر بن عبد الله - رضي الله عنهما - څخه اوریدلي دي؛ چې له هغه څخه جهنم ته د خلکو د ورتللو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وفرمایل: «مونږ به د قیامت په ورځ له داسې او داسې ځای څخه راشو (یعنې د خلکو له پاسه ځای څخه چې د نورو قومونو څخه پورته وي) ؟ وایې: نو امتونه به یې له بتانو او هغه څه سره یو له بل پسې یو ځای راوغوښتل شي چې دوی به یې عبادت کاوه،بیا به له هغه وروسته مونږ ته زمونږ رب راشي، نو وبه وایي: څوک ګورئ؟ دوی به ورته ووایي: مونږ خپل رب ګورو، نو وبه وایي: زه ستاسو رب یم، نو دوی به ورته ووایي: اجازه راکړه چې درته وګورو، نو د خندا په حال کې به ورته راښکاره شي، وایې: نو دوی لره به روان کړي او - ټول - به ورپسې شي، او هر انسان ته به رڼا ورکړل شي؛ منافق وي او که مؤمن، بیا به ورپسې شي او د جهنم د پل له پاسه کړۍ او اغزنې کونډې دي، هغه څوک به پکې نخښلي چې الله ورته نخښتل غوښتي وي، بیا به د منافقانو رڼا مړه شي او مؤمنان به وژغورل شي...». مسلم روایت کړی دی (191).
او کله چې مؤمنان له صراط څخه وژغورل شي، بیا به د جنت او اور تر منځه په قنطره کې دوی ایسار کړای شي، نو له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَخْلُصُ المؤْمِنُونَ مِنَ النَّارِ، فَيُحْبَسُونَ عَلَى قَنْطَرَةٍ بَيْنَ الجَنَّةِ وَالنَّارِ، فَيُقَصُّ لِبَعْضِهِمْ مِنْ بَعْضٍ مَظَالِمُ كَانَتْ بَيْنَهُمْ فِي الدُّنْيَا، حَتَّى إِذَا هُذِّبُوا وَنُقُّوا أُذِنَ لَهُمْ فِي دُخُولِ الجَنَّةِ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَأَحَدُهُمْ أَهْدَى بِمَنْزِلِهِ فِي الجَنَّةِ مِنْهُ بِمَنْزِلِهِ كَانَ فِي الدُّنْيَا». «مؤمنان به له اور څخه خلاص شي، نو په قنطره کې به ایسار کړای شي چې د جنت او اور تر منځه - ځای دی - نو دوی ته به یو له بل څخه د هغو ظلمونو قصاص واخستلی شي چې په دنیا کې د دوی تر منځه وو، تر دې چې کله ښه پاک او سوتره شي نو بیا به ورته جنت ته د ننوتلو اجازه ورکړای شي، نو قسم مې دې په هغه ذات وي چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، چې یو له دوی څخه به په جنت کې خپل کور ته په ورتللو کې د دنیا له کور څخه زیات بلد وي». بخاري (6535) روایت کړی دی.
(بــاب الجنة والنار) باب دی د جنت او دوزخ په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې جنت او دوزخ د بدلې ځای دی او د جنت او دوزخ د خلکو، د هغو د استوګنې ځای، څښاکونو، خوراکونو او جامو په اړه په قرآن کریم او سنت کې تفصیل راغلی دی.
او مونږ باور لرو چې دوی دواړه برحال پیدا شوي دي او دا چې ادم - علیه السلام - د ابدیت په جنت کې و، الله تعالی فرمایلي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين] (او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي او دې ونې ته مه نږدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ). [الأعراف سورت: 19 آیت]. او له أبو هريرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ، أَتَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قَدَّرَهُ اللَّهُ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَنِي بِأَرْبَعِينَ سَنَةً؟ فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى» ثَلَاثًا. «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی، آیا ته ما په داسې یوه چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه څلوېښت کاله وړاندې الله پر ما مقدر کړې وه؟ نو په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» درې ځلې. بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
او جنت د ابدي نعمتونو کور دی، حق ذات فرمایلي دي: {أُوْلَـئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِين} (دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې ویالې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى). [آل عمران سورت: 136 آیت]. او الله تعالی په جنت کې شته نعمتونو ته د هڅولو په موخه فرمایلي دي: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُون} (نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول). [السجدة سورت: 17 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د جنت تر ټولو ستر نعمت په تلپاتې جنتونو کې د الله تعالی مخ ته لیدل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * (څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي). [القيامة سورت: 22، 23 آیتونه] او فرمایلي یې دي: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). [المطففين سورت : 15 آیت] او له صهیب الرومي -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيُكْشَفُ الْحِجَابُ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عز وجل». «کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله –تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا تا زمونږ مخونه سپین نه کړل؟ آیا تا مونږ دې جنت ته داخل نکړو، او له دوزخ څخه دې ونه ژغورلو؟ بیا به الله پرده لرې کړي، او دوی ته به د خپل رب –عزوجل- د کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړ شوی». مسلم (181) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې جنت مرتبې دی او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته د جنتیانو د تر ټولو ټيټې او تر ټولو لوړې مرتبې په اړه خبر ورکول شوی دی، نور رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَأَلَ مُوسَى رَبَّهُ: مَا أَدْنَى أَهْلِ الجَنَّةِ مَنْزِلَةً؟ قَالَ: هُوَ رَجُلٌ يَجِيءُ بَعْدَ مَا أُدْخِلَ أَهْلُ الجَنَّةِ الجَنَّةَ، فَيُقَالُ لَهُ: ادْخُلِ الجَنَّةَ، فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ، كَيْفَ وَقَدْ نَزَلَ النَّاسُ مَنَازِلَهُم، وَأَخَذُوا أَخَذَاتِهِم، فَيُقَالُ لَهُ: أَتَرْضَى أَنْ يَكُونَ لَكَ مِثْلُ مُلْكِ مَلِكٍ مِنْ مُلُوكِ الدُّنْيَا؟ فَيَقُولُ: رَضِيتُ رَبِّ، فَيَقُولُ: لَكَ ذَلِكَ، وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ، فَقَالَ فِي الخَامِسَةِ: رَضِيتُ رَبِّ، فَيَقُولُ: هَذَا لَكَ وَعَشْرَةُ أَمْثَالِهِ، وَلَكَ مَا اشْتَهَتْ نَفْسُكَ، وَلَذَّتْ عَيْنُكَ، فَيَقُولُ: رَضِيتُ رَبِّ، قَالَ: رَبِّ، فَأَعْلَاهُمْ مَنْزِلَةً؟ قَالَ: أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَرَدْتُ، غَرَسْتُ كَرَامَتَهُمْ بِيَدِي، وَخَتَمْتُ عَلَيْهَا، فَلَمْ تَرَ عَيْنٌ، وَلَمْ تَسْمَعْ أُذُنٌ، وَلَمْ يَخْطُرْ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ»، «موسی - علیه السلام - له خپل رب څخه پوښتنه وکړه: د جنتیاتو تر ټولو ټېټه مرتبه څه شی دی؟ ویې فرمایل: هغه به یو سړی وي، را به شي، نو وروسته له هغه چې جنت ته داخل کړای شي، نو ورته به وویل شي: جنت ته ننوځه، نو وبه وایي: ای ربه، څنګه - ننوځم - حال دا چې خلک خپلو کورنو کې میشت شوي دي، او خپلې برخې یې اخستې دي، نو ورته به وویل شي: آیا خوښ ګڼې چې دومره څه ولرې لکه د نیا له پادشاهانو څخه یې چې یو پادشاه لري؟ نو وبه وایې: خوښ یمه ربه، نو - ورته - به ووایي: ستا لپاره همدومره دي، او همدومره نور، او همدومره نور، او همدومره نور، او همدومره نور او په پنځم ځل کې یې وفرمایل: راضي شوم ربه، نو ورته به ووایي: دا ستا لپاره دي او لس برابره د دې نور، او ستا لپاره هر هغه څه دي چې ستا نفس یې غواړي، او سترګې دې پرې خوند اخلي، نو وبه وایي: خوښ یم ربه، وایي: ربه تر ټولو د لوړې مرتبه خاوند به څنګه وي؟ ویې فرمایل: هغوی هغه کسان دي چې ما غوښتل، د هغوی عزت مې په خپلو لاسونو کښت کړی دی او مهر مې پرې لګولی، نو نه خو سترګو لیدلي او نه غوږونو اوریدلي، او د انسان په زړه کې هم کله تېر شوي ندي». او د دې خبرې مصداق د الله تعالی په کتاب کې دی - چې فرمایي - {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ} [السجدة: 17] آیت.(نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه). مسلم روایت کړی دی (189).
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ أَدْنَى مَقْعَدِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ أَنْ يَقُولَ لَهُ: تَمَنَّ فَيَتَمَنَّى، وَيَتَمَنَّى، فَيَقُولُ لَهُ: هَلْ تَمَنَّيْتَ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ لَهُ: فَإِنَّ لَكَ مَا تَمَنَّيْتَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ». «په جنت کې ستاسو تر ټولو ټیټ د ناستې ځای دا دی چې هغه ته به ووایي: یو ارمان وکړه، نو هغه به ارمان وکړي، او ارمان به وکړي، نو ورته به ووایي: آیا ارمان دې وکړ؟ نو وبه وایې : هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هر هغه څه دي چې تا یې ارمان کړی دی او په همغه اندازه ورسره نور هم». مسلم (182) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې جنت اته دروازې لري، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُاللهِ، وَابْنُ أَمَتِهِ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَأَنَّ الجَنَّةَ حَقٌّ، وَأَنَّ النَّارَ حَقٌّ؛ أَدْخَلَهُ اللهُ مِنْ أَيِّ أَبْوابِ الجَنَّةِ الثَّمَانِيَةِ شَاءَ». «چا چې وویل: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته د عبادت مستحق نشته او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه د وینځې زوی دی او د هغه کلمه - د هغه د پیدا کولو د امر وینا چې د (کن) کلمه ده - هغه یې مریمې ته ور اچولې ده، او هغه د الله لخوا نه روح دی او دا چې جنت حق دی، او اور حق دی، نو الله - تعالی - به یې د جنت له اتو دروازو څخه له هرې یوې چې وغواړي جنت ته ننباسي». بخاري (3435)، او مسلم (28) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د همیشوالي کور؛ زیات جنتونه دي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَان} (او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي). [الرحمن سورت: 46 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَان} (او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي). [الرحمن سورت: 62 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «جنتان من فضة، آنيتهما وما فيهما، وجنتان من ذهب، آنيتهما وما فيهما، وما بين القوم وبين أن ينظروا إلى ربهم إلا رداء الكبر على وجهه في جنة عدن». «دوه جنتونه دي د سپینو زرو، لوښې یې او څه چې پکې دي او دوه جنتونه دي د سرو زرو؛ لوښې یې او څه چې پکې دي، او د خلکو او رب د لیدلو تر منځه یې هیڅ نشته پرته د لویۍ (کبر) له یوې پردې څخه چې په تلپاتې جنت کې یې پر مخ ده».
او مونږ ایمان لرو چې د جنت نعمتونه تلپاتې دي او نه پرې کیږي، نو له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی، چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ يَنْعَمُ لَا يَبْأَسُ، لَا تَبْلَى ثِيَابُهُ وَلَا يَفْنَى شَبَابُهُ». «څوک چې جنت ته داخل شو هغه به په نعمتونو کې وي او نه به فقیر کیږي، جامې یې نه زړیږي او نه یې ځواني له منځه ځي».
او أبو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي دي: «يُنَادِي مُنَادٍ: إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْتَئِسُوا أَبَدًا. فَذَلِكَ قَوْلُهُ عز وجل: «یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو - بدله دا ده - چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کیږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هیڅکله به نه مړه کیږئ او ستاسو - بدله دا ده - چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زړووالی درباندې نه راځي، او ستاسو - بدله دا ده - چې تل به په نعمتونو کې یاست او هیڅکله به درباندې بیچارګي نه راځي، دا د الله تعالی وینا ده چې فرمایلي یې دي: (وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول). [الأعراف سورت: 43 آیت]».
او الله تعالی د اور په اړه خبر ورکړی دی او هغه څه چې په اور کې له ډول ډول عذابونو او ربړولو څخه دي، نو الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاء كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءتْ مُرْتَفَقًا} (بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې راچاپېره شوي دي او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسی وشي لكه زوې (د تیلو خټه) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه د څښاک شی او بد دى دغه ځاى د اوسېدلو). [الكهف سورت: 29 آیت]، او حق ذات فرمایلي: {يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُود * [(په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې(د دوى هم). وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيد} او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي). [الحج سورت: 20،21] آیتونه، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا} (بېشكه هغه كسان چې زمونږ په آیتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 56 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې اور بېلابېلې درجې لري او حقیقت دا روښانه کړې چې منافقان د دوزخ په ژورو کې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا} (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې). [النساء سورت: 145 آیت]. او په قرآن کریم کې راغلي چې هغه لره اووه دروازې دی، حق ذات فرمایلي دي: {لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوم} (د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه). [الحجر سورت: 44آیت] او دوزخ د ابدي عذاب کور دی، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقا * (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي. إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا} مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى). [النساء سورت: 168، 169 آیتونه].
(كتاب الإيمان بالقـدر) په تقدیر ایمان
د کتاب لنډیز
او مونږ د الله په فیصلې او تقدیر ایمان لرو، او په علم الیقین سره پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان درلودل د ایمان له رکنونو څخه شپږم رکن دی؛ نو په قدر ایمان په الله تعالی له ایمان څخه دي، ځکه چې قدر د الله تعالی له علم او د هغه له تقدیر ، تدبیر مشیئت او مخلوق څخه دی.
او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده چې په تقدیر ایمان د ایمان له رکنونو څخه یو رکن دی.
او مونږ پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان د الله په هر اړخیز او چاپيره علم باندې ایمان لرلو ته شاملیږي او دا چې الله - تعالی - په خپل علم سره په هر څه احاطه کړې ده او دا چې د هغه علم په هرې لویې او کوچنۍ، غټې او وړې چارې احاطه کړې ده له هغه څه څخه چې شتون لري او یا دا چې په راتلونکي کې به پیدا شي، چې تر اوسه شتون نه لري، دا ټول په لوح محفوظ کې ثابت دي، په هغه کې لیکل شوي دي، او شمېر، اندازه، د موندلو وخت او هغه حالت په کوم کې به چې دا له منځه ځي معلوم دي.
او دا چې هغه سپیڅلي په هغه څه پوه دی چې پخوا وو، او هغه چې په راتلونکي کې به وي، او هغه څه چې که چیرته وي نو څرنګه به وي، او دا چې الله تعالی د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، پداسې حال کې چې عرش یې په اوبو باندې وو.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر هغه څه په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې هغه کیدونکي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - چې څه وغواړي لیکي یې، او څه چې وغواړي له منځه یې وړي او همدا رنګه یې ثابت پریږدي او هغه سره ام الکتاب دی.
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته هیڅ شی نه شي کیدلی او د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته د هیڅ کار مخنیوی نه کیږي، هغه څه یې چې مقدر کړي وي خامخا به پيښيږي هیڅ چاره ترې نشته او د هغه څه مخینوی یې چې کړی وي هیڅوک یې نه شي تر سره کولی، نو ټول مخلوقات هیڅ داسې کار نه شي کولای چې الله تعالی نه وي لیکلی او نه د هیڅ کار مخنیوی کولای شي چې الله پاک لیکلی وي، هغه څه چې بنده ته ونه رسیدل هیڅکله یې لاس ته نه شي راوړلی او هغه څه چې لاس ته راوړي هیڅکله به ترې بچ ونه خوري.
او مونږ ایمان لرو چې هغه څه چې الله تعالی غوښتي وي هغه کیږي او هغه څه چې هغه یې ونه غواړي نه کیږي او د هغه اختیار بشپړ دی ځواک یې نافذ دی او د هغه په پادشاهۍ کې هیڅ شی نه شي کیدلی مګر چې هغه یې وغواړي، او مونږ ایمان لرو چې بنده ګان هم حقیقي اراده او اختیار لري او هغه د الله تعالی د مشیئت تابع ده.
او مونږ ایمان لرو چې یقینا الله تعالی په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی چې غوښتل یې او په خپل عدل سره یې چې چا لره غوښتل نو هغه یې ذلیل کړ، له هغه څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي حال دا چې دوی پوښتل کیږي او د هر اطاعت کوونکي اطاعت هغه د الله تعالی په توفیق ورکولو سره کیږي او له ګناهکار څخه د هرې ګناه کېدل هغه د مخکې نه د الله لخوا د رسوایۍ او ذلت - لیکلو - له امله ده، نیکمرغه هغه څوک دی چې له وړاندې ورته نیکمرغي لیکل شوي وي او بدبخته هغه څوک دی چې له وړاندې ورته بدبختي - لیکل - شوې وي او د بنده ګانو د خیر او شر کړني د دوی خپلې کړنې دي، خو کړنې یې د دوی د خالق لخوا پيدا شوي دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی طاعتونه او اطاعت کوونکي خوښوي او ایمان لرو چې الله تعالی فسق او فاسقان بد ګڼي او یقینا کله چې الله - تعالی - د بنده لپاره د خیر اراده وکړي نو د هغه کارونو توفیق ورکړي چې هغه یې خوښوي او د خپل اطاعت او هغو کارونو توفیق ورکړي چې هغه پرې له بنده څخه راضي کیږي او چاته چې لدې پرته بله اراده ولري نو حجت پرې قائم کړي، بیا عذاب ورکړي پداسې حال کې چې ورسره ظلم کوونکی نه وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په بدو کارونو امر نه کوي او د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د هر څه خالق دی او دا چې الله - تعالی - بندګان پیدا کړي او د دوی عملونه یې هم پیدا کړي، او له مخلوقاتو څخه هیڅوک ورسره د دې په پیدا کولو کې برخه نه لري، لکه څرنګه چې هیڅوک ورسره په واکمنۍ کې برخه وال ندی او الله تعالی پر بنده ګانو دلیل ونیوه چې یوازې همغه خالق دی او څوک چې کله په یوازې ځان پیدایښت وکړي، نو بیا هیچا لره دا حق نشته چې په پيدایښت کې ورسره د برخې اخیستلو دعوا وکړي.
او موږ عقیده لرو چې د شریعت، او حکم(کوني) او مخلوق ترمنځ هیڅ ټکر نشته، پس الله پاک لره مخلوقات دي او هغه لره حکم دی، نو هغه څه چې وغواړي کوي یې او له هغه څخه د هغه د کړنو په اړه پوښتنه نه شي کیدلای، هغه امر کوي،او د هغه پرېکړې لره ردوونکی نشته، او نه د هغه حکم څوک روسته کولای شي .
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله د مخه مخلوقات اندازه کړي او سره لدې یې د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو په اطاعت امر کړی او د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو له نافرمانۍ څخه یې منع کول کړي دي، نو هغه پاک ذات په خپل کتاب کې د هغه له تقدیر څخه د خبر ورکولو او د هغه له وحې او امر څخه په پیروۍ کولو امر کړی دی، حق ذات ښکاره کړې ده چې د هدایت پیروي فرض ده او دا چې هغه په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی دی چې غوښتل یې، او په خپل عدل یې هغه څوک بې لارې کړل چې غوښتل یې. حق ذات له خپل عام مشیئت (اختیار) څخه د خبرولو او مخالفینو ته د ګواښ کولو تر منځ یو ځای کړل او مؤمنو بنده ګانو ته یې په عبادت او پر هغه په توکل کولو باندې امر وکړ او په تقدیر ایمان او په شریعت د عمل کولو تر منځه یو ځای کول یو شونی کار دی او دا چې هغه پرې برلاسی دی او الله تعالی دا ښکاره کړه چې هغه هیڅ یو نفس لره د هغه له توان څخه پورته نه مکلفوي.
او مونږ پر دې ایمان لرو چې: لکه څرنګه چې د پېدا کولو، امر او شریعت تر منځ ټکر نشته، همدا رنګه د شریعت، امر او عقل تر منځه هم ټکر نشته، نو هر هغه څه چې الله او رسول یې - صلی الله علیه وسلم - پرې امر کړی او یا الله او رسول یې ورڅخه منع فرمایلي ده او یا الله مقدر کړی دی او خبر یې پرې ورکړی دی، نو د عقل سره تضاد نه لري، بلکه دا د هغه څه غوښتنه ده چې عقل پرې امر کوي او دا لوی حکمت دی.
او موږ دا عقیده لرو چې الله - تعالی - د دې لپاره کتابونه نازل کړي او رسولان یې رالېږلي تر څو پر مخلوق حجت قائم شي، او شريعت، حکم (کوني) او تقدير ټول يو د بل بشپړونکي دي او پدې کې لویه ښکلا ده، بلکه لدې څخه نور غوره نشته.
او الله - تعالی - د خپل کتاب ستاینه کړې، هغه یې په تر ټولو ښکلې وینا سره یاد کړی دی چې شریعت او حکم دواړو ته شامل دی - نو هغه څه چې الله مشروع او مقدر کړي دي ، نو هغه د بشپړوالي او ښکلا وروستی حد وي، برابره - خبره ده -که ذهنونه یې درک کړي یا یې په درک او پوهیدو کې پاتې راشي، نو مونږ خپل عقلونه او نظریات شاته نه اچوو تر څو د الله د شریعت او قانون په اړه پریکړه کوونکي شي؛ کله ورته په ښه ویلو او کله ورته په بد ویلو سره، بلکه هر هغه څه چې الله تعالی مقدر کړي او مشروع کړي دي نو هغه پوره ښکلا لرونکي او بشپړ دي.
او مونږ ایمان لرو چې شریعت او تقدیر ټول خیر دی، او الله تعالی هیڅکله یوازې شر نه ټاکي ، بلکه شر د عمومي تقدیر شوو کارونو سره یو ځای کوي او په قران کې یې اضافت هغه چاته کیږي چې تر سره کوونکی یې وي، او د ادب او احترام غوښتنه هم دا ده چې الله تعالی ته د شر نسبت ونه شي.
او مونږ ایمان لرو چې د اسبابو کارول په تقدیر له ایمان سره ټکر نه لري، بلکه د اسبابو کارول په قضا او قدر باندې له بشپړ ایمان راوړلو څخه دي، او مونږ ته رب د أسبابو په کارولو امر کړی دی او له سترو اسبابو څخه یې دعا ده او مونږ ته یې په دعا امر کړی پداسې حال کې چې پریکړه مخکې شوې ده.
او مونږ په دې ایمان لرو چې الله پاک په عدل سره امر کوي - او په شریعت، تقدیر او جزاء ورکولو سره پریکړه کوي، او له خپل ځان څخه يې ظلم نفي کړی او بشپړ عدالت یې ځانته ثابت کړی دی.
او پدې ایمان لرو چې د تقدیر له مخکې والي څخه پر بندګانو ظلم نه لازمیږي، ځکه چې الله تعالی کتابونه نازل کړي او رسولان یې د دې لپاره رالیږلي تر څو د پيغمبرانو له رالیږلو وروسته خلکو ته په الله تعالی کوم دلیل پاتې نشي او تقدیر یې پټ راز ګرځولی، او بندګانو ته یې اراده او اختیار ورکړی دی، نو څوک چې په سمه لار شو -نو ګټه یې - د خپل ځان لپاره ده، او څوک چې لارورکی شو نو - ملامتیا یې - د خپل ځان ده.
مونږ عقیده لرو چې د نافرمانۍ په کولو یا د اطاعت د عملونو پریښودلو لپاره په تقدیر استدلال روا ندی او هغه مشرکانو چې په شرک کې د واقع کېدو لپاره یې په تقدیر استدلال کړی دی، الله تعالی یې دروغ ښکاره کړل او خپل عذاب یې وروڅاکه، نو که چېرته تقدیر د دوی لپاره د شرک په جواز باندې دلیل جوړیدلای ، نو الله تعالی به عذاب نه و ورڅکلی.
او مونږ عقيده لرو چې له ګناهونو څخه د توبې نه وروسته په تقدير استدلال کول روا دي او دا چې د مصیبتونو لپاره په تقدیر استدلال وکړي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې مؤمن کله یوه چاره الله ته وسپاري، راستون شي او د مصیبت پرمهال استرجاع وکړي - انا لله و انا الیه راجعون ووایي - نو د هغه لپاره د خېر درې خصلتونه ولیکل شي: د الله تعالی لخوا نه درود، رحمت او د هدایت لارې موندل.
(بــاب وجوب الإيمان بالقدر) په دې اړه باب چې په قدر ایمان واجب دی.
او مونږ د الله په پریکړه او تقدیر ایمان لرو، هغه سپیڅلی ذات په هغه څه پوه دی چې پخوا وو او یا به په راتلونکي کې وي او دا ټول یې لیکلي دي، پرې خوښ شوی دی، پیدا کړي یې دي، او په اندازه کولو سره یې اندازه کړي دي.
او مونږ په علم الیقین سره پوهیږو چې په قضا او قدر ایمان د ایمان له رکنونو څخه شپږم رکن دی، حق سپېڅلي ذات فرمایلي دي: {إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى). [القمر سورت : 49 آیت]، او متعال حق ذات فرمایلي دي: {وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا} (او ده قیصله د الله انداره اندازه کړای شوې). [الأحزاب سورت: 38 آیت]، متعال رب فرمایلي دي: { وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} (او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كولو سره). [الفرقان سورت: 2 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو ). [البقرة سورت: ٢٨٥ آیت]، نو په تقدیر ایمان په الله تعالی د ایمان له جملې څخه دی، ځکه چې قدر د الله تعالی علم او د هغه له تقدیر او تدبیر څخه دی.
او الله تعالى فرمایي: {هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ فَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُون} (دى(الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي). [غافر سورت: 68 آیت]، الله تعالی فرمایلي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت].
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه د جبریل - علیه السلام - په حدیث کې روایت دی فرمايي: نو له ایمان څخه خبر راکړه، هغه وفرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ». قَالَ: صَدَقْتَ. "چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د آخرت په ورځ، او د خیر او شر په اندازه ایمان ولرې". هغه وفرمایل : رښتیا دې وویل: مسلم (8)، ابو داود (4695)، ترمذي (2610)، نسائي (4990) او ابن ماجه (63) روایت کړی دی.
او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده چې په تقدیر ایمان د ایمان له رکنونو څخه یو رکن دی، حافظ أبو القاسم اللالکائي فرمایلي دي: که چېرته په دنیا کې داسې اجماع وي چې پرته له مخالف څخه خپره شوې وي، نو هغه به پدې مسأله کې وي (یعنې د تقدیر مسأله) نو که د چا وینا پکې مخالفه وه، نو هغه به ضدي مخالفت کوونکی انسان وي، چې عذاب به ورورسیږي، او هغه د الله تعالی د دې وینا لاندې راځي {وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا} [النساء سورت: 115 آیت] او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (4/ 726).
وعن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جده: أَنَّ نَفَرًا كَانُوا جُلُوسًا بِبَابِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ بَعْضُهُمْ: أَلَمْ يَقُلِ اللَّهُ كَذَا وَكَذَا؟ وَقَالَ بَعْضُهُمْ: أَلَمْ يَقُلِ اللَّهُ كَذَا وَكَذَا؟ فَسَمِعَ ذَلِكَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، فَخَرَجَ كَأَنَّمَا فُقِئَ فِي وَجْهِهِ حَبُّ الرُّمَّانِ، فَقَالَ: «بِهَذَا أُمِرْتُمْ؟ أَوْ بِهَذَا بُعِثْتُمْ؟ أَنْ تَضْرِبُوا كِتَابَ اللَّهِ بَعْضَهُ بِبَعْضٍ؟ إِنَّمَا ضَلَّتِ الْأُمَمُ قَبْلَكُمْ فِي مِثْلِ هَذَا، إِنَّكُمْ لَسْتُمْ مِمَّا هَاهُنَا فِي شَيْءٍ، انْظُرُوا الَّذِي أُمِرْتُمْ بِهِ، فَاعْمَلُوا بِهِ، وَالَّذِي نُهِيتُمْ عَنْهُ، فَانْتَهُوا». او له عمرو بن شعیب څخه روایت دی چې هغه له خپل پلار، هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي چې: یو څه نفر د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په دروازه کې ناست وو، نو ځینو یې وویل: آیا الله تعالی داسې او داسې ندي ویلي؟ نو دا - خبرې - رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریدې نو راووت، تا به وییل لکه په مخکې یې چې د انار دانې چاودیدلي وي، نو ویې فرماییل: آیا پدې - خبرو - تاسو ته امر شوی دی؟ او یا پدې سره لیږل شوي یاست؟ چې د الله کتاب یو په بل سره ووهئ؟ یقینا ستاسو څخه وړاندې امتونه د دې په څېر - خبرو - کې ګمراه شوي، تاسو له هغه څه څخه نه یاست چې دلته په کوم څه کې - لګیا - یاست، یوازې هغه ته پام وکړئ چې امر درته پرې شوی دی، نو عمل پرې وکړئ، او هغه چې ترې منع شوي یاست نو ترې منع شئ». ابن ماجه (85) او احمد (6845) روایت کړی دی او لفظ د همده دی، او حارث بن ابي اسامه په مسند کې - لکه د محقق په (735) کې، او ابن ابي عاصم په السنة کې (735) 406).
او له عبد الملک څخه روایت دی - یعنې ابن جریج - له عطاء بن أبی رباح څخه وایې: « ابن عباس ته راغلم، حال دا چې هغه په زمزم کې ورکوز شوی و، او د جامو لاندې برخه یې لنده شوې ده، نو ورته مې وویل: په تقدیر کې خبرې شوي دي ، هغه وفرمایل: آیا دا کار یې کړی دی (خلکو)؟ ما وویل: هو، ویې فرمایل: قسم په الله چې دا آیت ندی نازل شوی مګر په همدوی کې: {ذُوقُوا مَسَّ سَقَر * إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَر} [القمر سورت: 48، 49 آیتونه]، (تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ، بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى) تاسو د هغوی د مرېضانو پوښتنه مه کوئ، او په مړو یې جنازې مه کوئ، او که ته ما ته د دوی څخه یو راوښايي نو زه به ترې سترګه وباسم». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (3/597).
وقَالَ عُبَادَةُ بْنُ الصَّامِتِ رضي الله عنه لِابْنِهِ: يَا بُنَيَّ، إِنَّكَ لَنْ تَجِدَ طَعْمَ حَقِيقَةِ الْإِيمَانِ حَتَّى تَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَمَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ الْقَلَمَ، فَقَالَ لَهُ: اكْتُبْ، قَالَ: رَبِّ، وَمَاذَا أَكْتُبُ؟ قَالَ: اكْتُبْ مَقَادِيرَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ»، يَا بُنَيَّ إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «مَنْ مَاتَ عَلَى غَيْرِ هَذَا فَلَيْسَ مِنِّي». او عبادة بن الصامت - رضي الله عنه - خپل زوی ته وفرمایل: ای زویه ! ته هیڅ کله د ایمان حقیقي خوند نه شي موندلی تر دې چې پدې پوه شې چې څه چې درورسیدل هیڅکله به ترې نه وې ژغورل شوی، او څه چې درونه رسیدل هیڅکله به دې تر لاسه کړي نه وو، ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې وییل یې: یقینا لومړی هغه څه چې الله پيدا کړ قلم و، نو ورته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: ربه: څه ولیکم؟ هغه وفرمایل: د قیامت تر قائمیدو پورې د هر شي تقدیرونه ولیکه» ای بچیه! ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: "څوک چې له دې پرته په بل څه مړ شو نو زما څخه ندی". ابو داود په خپل سنن کې (۴۷۰۰) کې روایت کړی او ابن ابی عاصم په السنة کې (۱/۵۱).
او له یحی بن یعمر څخه روایت دی فرمایي: لومړی هغه څوک چې په تقدیر کې یې خبرې کړي دي هغه معبد الجهني و په بصره کې، نو زه او عبد الرحمن الحمیري حج - او یا عمرې - ته روان شو، نو ومو وییل: ښه به وي که چېرته د رسو ل الله - صلی الله علیه وسلم - له کوم صحابي سره مخ شو، نو د دې خلکو د ویناوو په اړه به ترې پوښتنه وکړو چې دوی یې د تقدیر په اړه کوي، نو له عبد الله بن عمر بن الخطاب سره جومات ته د ننوتلو پر مهال مخ شو، نو ما او ملګري مې په منځ کې راګیر کړ: یو یې ښي لور ته او بل یې چپ لور - ته شو - نو ما فکر وکړ چې ملګری به مې خبره ماته پریږدي، نو ما وویل: ای أبو عبد الرحمن، زمونږ په طرف کې داسې خلک راښکاره شوي دي چې قرآن لولي او علم بربادوي او د دوی له کړنو څخه یادونه وکړه، او دا چې هغوی ګمان کوي چې تقدیر نشته، او دا چې - تقدیر - نشته او نه پرې له مخکې څوک پوهیږي تر دې چې کار واقع شوی نه وي، وایې: نو کله چې د دوی سره مخ شوې نو خبر یې کړه چې زه ورڅخه بېزاره یم، او هغوی زما څخه بیزاره دي او هغه چې عبد الله بن عمر پرې قسم کوي، که چېرته یو له دوی څخه د احد د غره په اندازه سره زر درلودل؟ او هغه یې د الله په لار کې لګولي وو نو الله به ترې نه وو قبول کړي تر څو چې په تقدیر ایمان ونه لري...». مسلم د خپل صحيح په مقدمه کې روایت کړی (۸) او آجري په الشریعه کې (۲/۸۵۱).
او له أبو هارون الأبلي څخه روایت دی - او دی د هغه چا له جملې څخه و چې د عبد الله بن سهل سره یې ملګرتیا کړې وه - او دی یو نیک انسان و، او مونږ ته یې په جامع مسجد کې قرآن تدریساوه، فرمايی: «له سهل بن عبد الله څخه د تقدیر په اړه پوښتنه وشوه، نو ویې فرمایل: په تقدیر ایمان فرض دی، او دروغ ګڼل یې کفر دی او په اړه یې خبرې کول بدعت دی او ورڅخه چپ پاتې کېدل سنت دي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (4/786).
او له حسن بصري څخه روایت دی فرمایلي یې دي: "قلم وچ شوی، قضاوت شوی، او تقدیر د کتاب - په تصدیق، د رسولانو په رښتیا ګڼلو او د هغه چا په نیکمرغۍ چې عمل یې کړی وي او د الله څخه ویریدلی او د هغه چا په بدبختۍ چې ظلم او تېری یې کړی وي او د الله - تعالی - لخوا مؤمنانو ته په واکمنۍ ورکولو او د الله لخوا له مشرکانو څخه په بیزارۍ - بشپړ شوی دی. الشريعة، د آجري (2/881).
ابن بطة العکبري فرمایلي دي: بیا لدې څخه وروسته د تقدیر په خیر او شر، خوږ او تریخ، لږ او زیات ایمان راوړل دي چې د الله تعالی لخوا په بندګانو د هغه د ارادې سره سم په ټاکلي وخت مقرر شوی دی چې باید تر سره شي، نو د الله تعالی له مخکني علم سره سم تر سره کیږي نه مخکې کیږي او نه وروسته کیږي او دا چې کوم څه بنده ته رسیدونکي وي هیڅکله به ترې ونه ژغورل شي او له هغه څه نه چې ژغورل شوی دی هیڅکله به ورته ونه رسیږي، او هغه څه چې مخکي شوي وروسته به نه شي، او هغه چې وروسته شوي مخکي به نه شي...نو پدې سره ایمان حتمي دی، د الله تعالی لخوا یې په بنده ګانو فرض شوی، نو چا چې د دې مخالفت وکړ او یا ترې ووت، او یا یې پکې باطلې خبرې وکړې، او الله تعالی ته تقدیرونه ثابت نه کړي او د تقدیر او مشیئت نسبت هغه ته (الله ) و نه کړي نو دا تر ټولو لومړی زندیق دی». الشرح والإبانة على أصول السنة والديانة، د ابن بطة (مخ: 213 - 216).
(بــاب ما يتضمنه الإيمان بالقدر) باب دی د هغه څه په باره کې چې په تقدیر ایمان ورته شاملیږی
او مونږ ایمان لرو چې په تقدیر ایمان د الله تعالی په هر اړخیزه او چاپيره پوهه ایمان لرل دي، او دا چې هغه پاک ذات په هر هغه څه پوهیږي چې په اسمانونو کې دي او په هر هغه څه چې په ځمکه کې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (آیا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په آسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر آسان دي). [الحج سورت: 70 آیت]، او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا} (الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: 12 آیت].
او دا چې د هغه پوهې سترې، قدرمنې لویې او وړې چارې راګیرې کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي). [الأنعام سورت: 59 آیت]. ابن جریر رحمه الله د دې آیت د تفسیر سره فرمایلي دي: "همدارنګه داسې هیڅ شی چې اوس شتون لري، او یا هغه څه چې په راتلونکي کې به شتون ولري چې تر اوسه لا ندی پيدا شوی، مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې ثبت شوی دی، په هغه کې لیکل شوی دی، شمېر او اندازه یې، وخت یې چې پکې به رامنځته کیږي، او هغه حالت یې چې پکې به نابود کیږي او پدې قول {مُّبِين} سره یې موخه دا ده چې هغه - کتاب - د هغه څه د صحت ښکارندوی کوي چې پکې دي د هغه څه په شتون چې پکې رسم شوي (لیکل شوي دي) او په هغه بڼه چې پکې لیکل شوي دي. د الطبري تفسیر (11/403).
او الله پاک فرمایلي دي: {يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُور * (هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى. وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي (هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه څخه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي). [سبا سورت: 2، 3 آیتونه].
وعن عمران بن حصين رضي الله عنه قال: إِنِّي عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم إِذْ جَاءَهُ قَوْمٌ مِنْ بَنِي تَمِيمٍ، فَقَالَ: «اقْبَلُوا البُشْرَى يَا بَنِي تَمِيمٍ»، قَالُوا: بَشَّرْتَنَا فَأَعْطِنَا، فَدَخَلَ نَاسٌ مِنْ أَهْلِ اليَمَنِ، فَقَالَ: «اقْبَلُوا البُشْرَى يَا أَهْلَ اليَمَنِ، إِذْ لَمْ يَقْبَلْهَا بَنُو تَمِيمٍ»، قَالُوا: قَبِلْنَا، جِئْنَاكَ لِنَتَفَقَّهَ فِي الدِّينِ، وَلِنَسْأَلَكَ عَنْ أَوَّلِ هَذَا الأَمْرِ: مَا كَانَ؟ قَالَ: «كَانَ اللَّهُ، وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ قَبْلَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى المَاءِ، ثُمَّ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ، وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَيْءٍ». ثُمَّ أَتَانِي رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا عِمْرَانُ، أَدْرِكْ نَاقَتَكَ، فَقَدْ ذَهَبَتْ، فَانْطَلَقْتُ أَطْلُبُهَا، فَإِذَا السَّرَابُ يَنْقَطِعُ دُونَهَا، وَايْمُ اللَّهِ لَوَدِدْتُ أَنَّهَا قَدْ ذَهَبَتْ، وَلَمْ أَقُمْ. او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي: زه له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره وم چې له بني تمیم -څخه- یوه ډله خلک راغلل؛ نو- ورته- یې وفرمایل: «ای د تمیم خلکو زیری قبول کړئ» هغوی وویل: مخکې دې زیری راکړی و، اوس یو څه راکړه، بیا د یمن له خلکو څخه یوه ډله راننوتله نو ورته یې وفرمایل : «زیری قبول کړئ ای د یمن خلکو، ځکه د تمیم خلکو قبول نه کړ» هغوی وویل: مونږ راغلي یو تر څو ځان پر دین پوه کړو، او د دې چارې (کائناتو) د پیل په اړه درڅخه پوښتنه وکړو: چې څنګه و؟ ویې فرمایل: « الله و او له هغه مخکې هیڅ شی نه و، او د هغه عرش پر اوبو د پاسه و، بیا یې آسمانونه او ځمکه پیدا کړل، او په لوح محفوظ کې یې هر څه ولیکل»، بیا راته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای عمرانه! اوښه دې راونیسه چې درڅخه لاړه، نو زه یې د لټولو پسې لاړم، ګورم چې له شګو څخه اوښتې ده، او قسم په الله چې ما خوښه ګڼله چې تللې وای خو زه نه وم راپاڅېدلی». بخاري روایت کړی (۷۴۱۸) او ترمذي (۳۹۵۱).
او الله تعالی په هر هغه څه پوهیدلی دی چې وړاندې وو، او یا به په راتلونکي کې وي، او په هغه څه چې که چېرته وي نو څنګه به وي، الله تعالی د منافقانو له حال څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: که چېرته دوی له مؤمنانو سره - جهاد ته - وتلي وو هغوی لره به یې پرته له شر څخه نور څه نه و ورزیات کړي، حال دا چې هغو ورسره لا تللي نه وو: {لَوْ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالاً ولأَوْضَعُواْ خِلاَلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِين} (كه دوى ستاسو په لښكر كې وتلي وى (،نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله پر ظالمانو ښه پوه دى). [التوبة سورت : 47 آیت].
او الله تعالی د دوزخیانو په اړه فرمایي: {وَلَوْ تَرَىَ إِذْ وُقِفُواْ عَلَى النَّارِ فَقَالُواْ يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلاَ نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِين * بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ مِن قَبْلُ وَلَوْ رُدُّواْ لَعَادُواْ لِمَا نُهُواْ عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} (او كه ته ووینې كله چې دوى پر (غاړه د) اور ودرول شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې (عقيدې او عمل) سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې). [الأنعام سورت: 27، 28 آیتونه]. نو هغه يادونه وکړه چې که دوی بېرته دنيا ته راستانه شوي وای نو بېرته به خپل کفر ته ورګرځیدلي وو حال دا چې دوی لا د دوزخ اور ته نه وو ورښکاره کړای شوي. او الله تعالی فرمايي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لاَ يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَلاَ أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلاَ أَكْبَرُ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي (هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه څخه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى (شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي). [سبأ سورت: 3 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی هر هغه څه چې کیدونکي دي په یوه خوندي کتاب کې لیکلي دي ، حق ذا فرمایلي دي: {وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِين} (او ستا له رب څخه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي). [يونس سورت: 61 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي). [الحج سورت: 70 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي أَنفُسِكُمْ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير} (نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده). [الحديد سورت: 22 آیت].
او له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ». "الله - تعالی - د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیرونه لیکلي دي". مسلم (۲۶۵۳) او ترمذي (۲۱۵۶) روایت کړی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ القَلَمَ، فَقَالَ: اكْتُبْ، فَقَالَ: مَا أَكْتُبُ؟ قَالَ: اكْتُبِ القَدَرَ مَا كَانَ وَمَا هُوَ كَائِنٌ إِلَى الأَبَدِ». «یقینا لومړی شی چې الله پاک پیدا کړ قلم و، نو هغه ته یې وویل: ولیکه، هغه وویل: څه ولیکم؟ هغه ورته وفرمایل: تقدیر ولیکه؛ هغه چې دي او هغه څه چې ګیدونکي دي تر ابده پورې». (ابوداود (4700)، ترمذي (2155، 3319)، طيالسي (578)، احمد (22705، 22707) او ابن ابي عاصم په سنن کې په (115) شمیره روایت کړی دی).
او أبو هریرة - رضي الله عنه - له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «لَمَّا قَضَى اللَّهُ الخَلْقَ، كَتَبَ كِتَابًا عِنْدَهُ: غَلَبَتْ، أَوْ قَالَ: سَبَقَتْ رَحْمَتِي غَضَبِي، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْشِ». «کله چې الله - تعالی - د مخلوقاتو پیدایښت تمام کړ، نو د خپل ځان سره یې کتاب ولیکه چې: غالب شو، او یا یې وویل: زما رحمت پر غضب باندې مخکې شو، نو دا کتاب له هغه سره د عرش د پاسه دی». بخاري (7553)، مسلم (2751)، ترمذي (3543) او ابن ماجه (189) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - چې څه وغواړي لیکي یې او څه چې وغواړي له منځه یې وړي او همدا رنګه یې ثابت پریږدي او هغه سره ام الکتاب دی، حق ذات فرمایلي دي او د هغه وینا حق ده: {يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَاب} (الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى). [الرعد سورت: 39 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - له پریکړې او تقدیر پرته هیڅ شی نه شي کیدلی او د الله - تعالی - له پریکړي او تقدیر پرته د هیڅ کار مخنیوی نه کیږي، هغه څه یې چې مقدر کړي وي خامخا به پيښيږي هیڅ چاره ترې نشته او د هغه څه مخینوی یې چې کړی هیڅوک یې نه شي تر سره کولی، نو ټول مخلوقات هیڅ داسې کار نه شي کولای چې الله تعالی نه وي لیکلی او نه د هیڅ کار مخنیوی کولای شي چې الله پاک لیکلی وي، هغه څه چې بنده ته ونه رسیدل هیڅکله یې لاس ته نه شي راوړلی او هغه څه چې لاس ته راوړي هیڅکله به ترې بچ ونه خوري، له عبد الله بن عباس - رضی الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي: زه یوه ورځ په سپرلۍ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - شاته ناست وم نو ویې فرمایل: «يَا غُلَامُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلَامُ، وَجَفَّتِ الصُّحُفُ». «ای هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه ورسوي، نو هغوی به تاته هيڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي چې تاته یو څه ضرر ورسوي، نو هيڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي». ترمذي (2516) روایت کړی او ابن وهب په القدر کې (28)، او احمد (2669) او عبد بن حميد (636) هم روايت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو پر دې چې الله څه وغواړي کیږي او هغه څه چې ونه غواړي نه کیږي، او دا چې د هغه مشیئت بشپړ دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او ستا رب پیدا کوي هغه څه چې ویې غواړي او هغه انتخاب کوي، دوی ته هېڅ اختیار نشته، الله تعالی لره پاکي ده، او هغه اوچت دی له هغه څه نه چې دوی یې ورسره شرېکوي). [القصص سورت: 68 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (او تاسو (د سمې لارې) اراده نشئ کولی مګر دا چې الله رب العالمین یې اراده وکړي). [التكوير سورت: 29 آیت]. او د الله تعالی ځواک نافذ دی، حق ذات فرمایلي دي: (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى). [فاطر سورت: 44 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون} (او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت].
او د هغه په پادشاهۍ کې هیڅ شی نه شي کیدلی مګر چې هغه یې وغواړي، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَـكِنِ اخْتَلَفُواْ فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلُواْ وَلَـكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيد} (اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه وو جنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي). [البقرة سورت: 253 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې بنده ګان هم حقیقي اراده او اختیار لري او هغه د الله تعالی د مشیئت تابع ده، الله تعالی فرماېلي: {وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا} (او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله یې وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [الإنسان سورت: 30 آیت]، الله - تعالی - فرمایلي: {لِمَن شَاء مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيم * (د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي. وَمَا تَشَاؤُونَ إِلاَّ أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} او تاسو د ( سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي). [التكوير سورت: 28، 29 آیتونه]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلاً} [بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)]. [الإنسان سورت: 29 آیت]. او سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآبًا} [دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)]. [النبأ سورت: 39 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې یقینا الله تعالی په خپل فضل سره هغه چاته هدایت کړی چې غوښتل یې او په خپل عدل سره یې چې چا لره غوښتل نو هغه یې ذلیل کړ، له هغه څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي حال دا چې دوی پوښتل کیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او هغه كسان چې زمونږ د آیتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي). [الأنعام سورت: 39 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ) (نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: 125 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَوْ شِئْنَا لآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لأَمْلأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين} (او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم). [السجدة سورت : 13 آیت].
له ابوبکر المروزی څخه روایت دی وایې چې: «ما له ابو عبدالله - یعنې احمد بن حنبل - څخه اوریدلي دي چې وییل یې: دوی له عبدالرحمن بن مهدي څخه د تقدیر په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: خیر او شر په اندازه دي». الإبانة الكبرى، د ابن بطة (4/261).
او أبوبکر بن أبی عاصم فرمایلي دي: «ما د سنت په اړه پوښتنه وکړه چې څه دي؟ او سنت: په احكامو او نورو شيانو كې د ډېرو معناګانو لپاره یو جامع نوم دی، سنت هغه څه دي علماوو یې سنت ته په نسبت ورکولو کې اتفاق کړی وي لکه: د تقدیر د اثبات وینا، او دا چې وړتیا د عمل لپاره له عمل سره وي، او په خیر او شر، خوږ او تریخ تقدیر باندې ایمان درلودل دي، او د هر پیروي کوونکي انسان پیروي هغه ته د الله تعالی په توفیق ورکولو سره کیږي او د هر نافرمان انسان هره نافرماني، د الله تعالی لخوا د ده لپاره ذلت او خواري ده، نیکمرغه انسان هغه دی چې له وړاندې نه ورته نیمکرغي لیکل شوي وي او بدمرغه انسان هغه دی چې بدمرغي ورته له مخکې لیکل شوي وي او کارونه د الله تعالی له ارادې او خوښۍ څخه خارج ندي او د بنده ګانو نیک او بد عملونه د دوی خپلې کړنې دي، او خالق ذات یې پیدا کوونکی دی». السنة، د ابن أبي عاصم (2/645).
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- اطاعت او اطاعت کونکي خوښوي، الله - جل جلاله فرمایلي دي: {وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُون} (او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول، هم دغه كسان په نېغه لار دي). [الحجرات سورت: 7 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: {وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا} (او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلکو سره وي پر چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي). [النساء سورت: 69 آيت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِين} (او احسان کوئ بې شکه الله تعالی محبت کوي د داسي ښائسته عمل کوؤنکو سره). [البقرة سورت: 195 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين} (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي). [البقرة سورت: 222 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ العُطَاسَ، وَيَكْرَهُ التَّثَاؤُبَ». «الله تعالی پرنجی خوښوي، او خوله وازی (ارږمی) بد ګڼي». بخاري (6223)، مسلم (2994)، ابوداود (5028)، ترمذي (2746) او ابن ماجه (968) روایت کړی دی.
أبو هريرة -رضي الله عنه- له نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ عَبْدًا نَادَى جِبْرِيلَ: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبَّهُ...». «کله چې الله له یو بنده سره مینه ولري، نو جبرائیل ته غږ وکړي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولره...». بخاري (6040)، مسلم (2637) او ترمذي (3161) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی بې لاریتوب او بې لارې انسانان بد ګڼي، او حق ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلاَ نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلاَ تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلاَ تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُون} (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي). [الحجرات سورت: 11 آیت]، الله تعالی فرماېلي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِين} (یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي). [البقرة سورت: 190 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَاد} (حال دا چې الله فساد نه خوښوي). [البقرة سورت: 205 آیت].
او له عثمان البتي څخه روايت دی وايي چې: زه ابن سيرين ته ورغلم، هغه راته وويل: خلک د تقدير په اړه څه وايي؟ ويې ويل: زه نه پوهېږم چې ما ورته څه ځواب ورکړ، ويې ويل: نو هغه له ځمکې څخه يو څه راپورته کړل او ويې ويل: زه نه غواړم چې - په اړه یې - د دې په اندازه څه ووایم، د الآجري په الشریعة کې لدې زیات دی (2/ 887). او یقینا کله چې الله - تعالی - د بنده لپاره د خیر اراده وکړي نو د هغه کارونو توفیق ورکړي چې هغه یې خوښوي او د خپل اطاعت او هغو کارونو توفیق ورکړي چې هغه پرې له بنده څخه راضي کیږي او چاته چې لدې پرته بله اراده ولري نو حجت پرې قائم کړي، بیا عذاب ورکړي پداسې حال کې چې ورسره ظلم کوونکی نه وي». القدر، د فريابي ( 263 مخ).
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په بدو کارونو امر نه کوي او د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء} (بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي). [الأعراف سورت: 28 آیت]، او د لوی شان، شوکت او سلطنت خاوند فرمایلي دي: (او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي). [الزمر سورت: 7 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله د هر شي پیدا کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيل}، (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: 62 ایت]، او پدې چې الله - تعالی - بنده ګان پيدا کړي دي، او د دوی کړنې یې هم پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾ (حال دا چې الله ستاسو او ستاسو د عملونو، پیدا كوونکی دي). [الصافات سورت: 96 آیت]، او هیڅوک ورسره د - مخلوقاتو - په پیدا کولو کې برخه نه لري، لکه څرنګه چې ورسره څوک د هغه په پادشاهۍ کې برخه نه لري، حق ذات فرمایلي دي: {الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} (هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د آسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول). [الفرقان سورت: 2 آیت].
او الله تعالی پر مخلوقاتو استدلال وکړ چې هغه یوازینی خالق دی، الله - تعالی - فرمایلي: {نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلاَ تُصَدِّقُون * (مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!. أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُون * نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ. أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُون} آیا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو). [الواقعة سورت: 57-59 آیتونه]. که څه هم دا په بیا راژوندي کېدو یو ثبوت دی، لدې سره د هغه - سپيڅلي ذات - په یووالي هم دلیل دی چې یوازې هغه ذات تبارک وتعالی پیدا کوونکی دی.
(بــاب لا تعارض بين الأمر والشرع والخلق والعقل) باب دی پدې باره کې چې: د فرمان(امر کونۍ)، شریعت، پیدایښت او عقل تر منځه ټکر (تعارض) نشته
او مونږ ایمان لرو چې د شریعت، حکم (کوني)او مخلوق ترمنځ هیڅ ټکر نشته، ځکه چې الله پاک لره مخلوقات دي او هغه لره حکم دی، نو هغه چې څه وغواړي کوي یې او له هغه څخه د هغه د کړنو په اړه پوښتنه نه کیږي، هغه امر کوي،او د هغه پرېکړې لره ردوونکی نشته، او د حکم لره روسته کوونکی نشته ، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او لمر، او سپوږمۍ او ستوري،تابع کړای شویدي د هغه په حکم، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 ایت].
او مونږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو برخلیک ټاکلی و، سره لدې یې بیا هم د هغه او د هغه د رسولانو او أنبیاوو د اطاعت امر یې کړی او د هغه له نافرمانۍ او د هغه د رسولانو او أنبیاوو له نافرمانۍ څخه یې منع فرمایلې ده، حق ذات چې مقدس نومونه لري فرمایلي دي: (وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه تا ته د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِوَكِيل * ته ووایه: اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه ضرر یې د خپل ځان دی او زه پر تاسو ذمه وار نه یم. وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِين} او ته پيروي كوه د هغه څه چې تا ته وحي کیږي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى). [يونس سورت: 107-109 آیتونه]. نو په دې آيتونو كې الله تعالی د تقدیر په اړه خبر ورکول او د وحی او د خپل حکم په پیروۍ کولو امر یې یو ځای کړل، حق ذات فرمایلي دي: {اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِين * (ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي کیږي، نشته حق معبود مګر همغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه. وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكُواْ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيل} او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى (نګران) نه يې ګرځولى او نه ته يې په دوى باندې نګران). [الأنعام سورت: 106-107 آیت]، نو حق ذات ښکاره کړه چې د هدایت د لارې پیروي واجب ده، او دا چې هغه ذات د خپل فضل له مخې چا لره چې غوښتل هدایت کړی دی او په خپل عدل سره یې چې چاته غوښتل هغه یې ګمراه کړی دی او هغه سپيڅلې ذات فرمایلي دي: {وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِين * (او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلک ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي. إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِين * مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم. وَكُـلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَـذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِين * او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو. وَقُل لِّلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُون * او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو پر خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو. وَانتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُون * او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو. وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُون} او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته (د بنده ګانو) ټول كارونه بېرته ورګرځول کیږي، نو ته د ده عبادت كوه او پر ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله ندى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ). [هود سورت: 118-123آیتونه]. او په دې آیتونو کې - هم - الله -تعالی- د خپلې عمومي ارادې په اړه خبر ورکول او خپلو مخالفانو ته د ګواښ کول او مؤمنو بنده ګانو ته په خپل عبادت امر کول او پر هغه توکل کول سره جمع کړل.
او په تقدیر باندې د ایمان راوړلو او په شریعت د عمل کولو تر منځ یو ځای کول یو شونی کار دی او برلاسي کيدل پرې کیدلی شي، لدې امله الله تعالی فرمايي: (لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا) (او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغه له وَس سره سم). [البقرة سورت: 286 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {وَلاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا} (مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم). [المؤمنون سورت: 62 آیت].
او الله - تعالی - مونږ ته د هغه په دردناکو تقدیرونو باندې په صبر کولو سره امر کړی دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِين} (او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او ځانونو او مېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، او صبر كوونكو ته زېرى وركړه). [البقرة سورت: 155 ایت]، لوړ او سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَاب} (بېشكه يوازې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره ورکول کیږي). [الزمر سورت : 10 آیت].
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ بَلَاءً الأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ». «تر ټولو سخت خلک چې امتحان کیږي هغه پیغمبران دي، بیا چې څوک ورپسې دي، بیا چې څوک ورپسې دي ، بیا چې څوک ورپسې دي». اسحاق بن راهويه (٢٤١٣)، او أحمد په مسند (٢٧٠٧٩) کې، ابن ابي الدنيا په المرض والکفارات کې (٦)، نسائي په الکبري (٧٤٤٠) کې روايت کړى دى.
او له أبو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَا يَزَالُ البَلَاءُ بِالمؤْمِنِ وَالمؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ». «تر هغه پورې مؤمن سړی او مؤمنه ښځه - د الله تعالی لخوا - په خپل ځان، اولاد او مال کې ازمایل کیږي تر څو چې دی کله د الله - تعالی - سره مخ شي او هیڅ ګناه پرې پاتې نه وي». ترمذي (۷۸۵۹)، ابن ابي شیبه (۱۰۹۱۶)، احمد په مسند (۷۸۵۹) او هناد بن السري په الزھد (۴۰۲) کې روایت کړی دی.
وعن علي رضي الله عنه قال: كُنَّا فِي جَنَازَةٍ فِي بَقِيعِ الغَرْقَدِ، فَأَتَانَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَقَعَدَ وَقَعَدْنَا حَوْلَهُ، وَمَعَهُ مِخْصَرَةٌ، فَنَكَّسَ، فَجَعَلَ يَنْكُتُ بِمِخْصَرَتِهِ، ثُمَّ قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ، مَا مِنْ نَفْسٍ مَنْفُوسَةٍ إِلَّا كُتِبَ مَكَانُهَا مِنَ الجَنَّةِ وَالنَّارِ، وَإِلَّا قَدْ كُتِبَتْ شَقِيَّةً أَوْ سَعِيدَةً»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَلَا نَتَّكِلُ عَلَى كِتَابِنَا، وَنَدَعُ العَمَلَ؟ فَمَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ السَّعَادَةِ، فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا مَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ الشَّـقَاوَةِ، فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ الشَّقَاوَةِ. قَالَ: «أَمَّا أَهْلُ السَّعَادَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا أَهْلُ الشَّقَاوَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ الشَّقَاوَةِ»، ثُمَّ قَرَأَ: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى } الآيَةَ [الليل: 6]». او له علی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: مونږ په بقیع الغرقد کې په یوه جنازه کې وو، چې نبي - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته راغی، نو کېناست او مونږ یې شاوخوا کیناستو، او هغه سره یوه چوکه وه، نو سر یې ټیټ کړ، او چوکه یې په ځمکه کې په لختې (ډکي) سره وهله، بیا یې وفرمایل: «ستاسو څخه هیڅوک داسې نشته، هیڅ داسې یو ساکښ نشته مګر دا چې ځای یې په جنت یا دوزخ کې لیکل شوی دی، مګر دا چې لیکل شوي دي چې بدبخته دی که نیکبخته» نو یو سړي وویل: آیا په خپل لیک باندې تکیه ونکړو، او عمل کول پرې نږدو؟ نو څوک چې زمونږ څخه له نیکمرغانو څخه وي نو د نیمکرغو خلکو عمل ته به ورځي، او که چېرته زمونږ څخه څوک له بدمرغانو څخه وي نو د بدمرغو خلکو عمل ته به ورځي، ویې فرمایل: «کوم چې نیمکرغه خلک دي نو هغوی ته به د نیکمرغو خلکو عملونه آسان کړای شي او کوم چې بدمرغه خلک دي نو هغوی ته به د بد مرغو خلکو عملونه آسان کړای شي»، بیا یې - د الله تعالی دا وینا - ولوستله {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى }. اللیل سورت: ۶ آیت. (نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي، او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي). بخاري (۱۳۶۲)، مسلم (۲۶۴۷)، ابو داود (۴۶۹۴) او ترمذي (۳۳۴۴) روایت کړی دی.
وعن عمران بن حصين رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُعْرَفُ أَهْلُ الجَنَّةِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ؟ قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: فَلِمَ يَعْمَلُ العَامِلُونَ؟ قَالَ: «كُلٌّ يَعْمَلُ لِمَا خُلِقَ لَهُ، أَوْ: لِمَا يُسِّرَ لَهُ». او له عمران بن حصین - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې یو سړي وویل: ای د الله رسوله، آیا د جنت خلک د اور له خلکو څخه پېژندل کیږي؟ هغه وفرمایل: «هو» هغه وویل: نو بیا ولې خلک عمل کوي؟ هغه وفرمایل: هر یو هغه عمل کوي چې ورته پیدا شوی دی، او یا: چې ورته آسان کړی شوی دی». بخاري (6596)، مسلم (2649) او ابوداود (4709) روایت کړی.
وعن جابر رضي الله عنه قال: جَاءَ سُرَاقَةُ بْنُ مَالِكِ بْنِ جُعْشُمٍ قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، بَيِّنْ لَنَا دِينَنَا كَأَنَّا خُلِقْنَا الْآنَ، فِيمَا الْعَمَلُ الْيَوْمَ؟ أَفِيمَا جَفَّتْ بِهِ الْأَقْلَامُ، وَجَرَتْ بِهِ الْمَقَادِيرُ، أَمْ فِيمَا نَسْتَقْبِلُ؟ قَالَ: «لَا، بَلْ فِيمَا جَفَّتْ بِهِ الْأَقْلَامُ وَجَرَتْ بِهِ الْمَقَادِيرُ» قَالَ: فَفِيمَ الْعَمَلُ؟ قَالَ زُهَيْرٌ: ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو الزُّبَيْرِ بِشَيْءٍ لَمْ أَفْهَمْهُ، فَسَأَلْتُ: مَا قَالَ؟ فَقَالَ: «اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ». او له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: سراقة بن مالک بن جعشم راغی ویې وییل: ای د الله رسوله! مونږ ته - د تقدیر اړوند - زمونږ دین داسې بیان کړه لکه مونږ چې اوس پیدا شوي یو ( یعنې داسې وګڼه چې په هیڅ نه پوهیږو) زمونږ د نن ورځ عمل په کومه برخه کې دی؟ آیا په هغه برخه کې چې قلمونه پرې وچ شوي او تقدیرونه پرې جاري شوي او که په هغه برخه کې چې مونږ یې په راتلونکي کې - په خپلې ارادې سره کوو؟ هغه وفرمایل: « نه، بلکه هغه برخه کې دی چې قلمونه پرې وچ شوي او تقدیرونه پرې جاري شوي دي» هغه وویل: بیا نو عمل د څه لپاره؟ زهیر ویلي: بیا أبو الزبیر یو څه وویل چې زه پرې پوه نه شوم، نو پوښتنه مې ترې وکړه چې هغه څه وویل؟ هغه وویل "عمل وکړئ، ځکه هر سړي ته هغه څه آسانه شوي چې ورته پیدا شوی دی". مسلم روایت کړی دی (2648).
او له سهل بن سعد الساعدي - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ العَبْدَ لَيَعْمَلُ -فِيمَا يَرَى النَّاسُ- عَمَلَ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنَّهُ لَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، وَيَعْمَلُ -فِيمَا يَرَى النَّاسُ- عَمَلَ أَهْلِ النَّارِ، وَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنَّمَا الأَعْمَالُ بِخَوَاتِيمِهَا». «یو سړی به یو عمل کوي - نو خلک یې چې ګوري - هغه به د جنت د خلکو عمل وي، حال دا چې هغه به د اور له خاوندانو څخه وي، او یو بل به یو عمل کوي - نو خلک یې چې ګوري - عمل به یې د اور د خلکو عمل وي، حال دا چې هغه به له جنتیانو څخه وي، او بیشکه چې عملونو ته اعتبار د پایلو پر اساس ورکول کیږي». بخاري (۶۴۹۳) او مسلم (۱۱۲) روایت کړی دی.
ِامام الآجري له الله تعالی څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه: «له خپلو بنده ګانو څخه پیروي خوښوي او امر یې پرې کړی دی، نو د هغه چا لپاره چې د هغه اطاعت یې کړی په توفیق ورکولو سره یې تقدیر جاري شوی دی او له ګناهونو څخه یې منع فرمایلي ده، او د هغې د شتون اراده یې کړې ده پرته لدې چې خوښ یې وګڼي، او یا پرې امر وکړي، الله تعالی ډیر پورته دی لدې څخه په فحشاوو امر وکړي او یا یې خوښه وګڼي او زمونږ رب ډیر لوی دی لدې څخه چې د هغه په ملکیت کې دي یو کار تر سره شي پرته د هغه له ارادې څخه او یا داسې یو څه چې له پيدا کېدو څخه مخکې پرې د هغه د مخکني علم احاطه شوي نه وي، یقینا هغه په هر هغه عمل پوه دی چې د هغه بنده ګان به یې کوي مخکې لدې نه چې بندګان پیدا کړي، او وروسته لدې چې هغوی یې پیدا کړل نو په قضا او تقدیر کې پرې پوه وو مخکې لدې چې کوم عمل وکړي، بېشکه قلم د الله تعالی په امر په لوح محفوظ کې په هغه څه جاري شوی چې په راتلونکي کې به وي، د نېکۍ یا بدۍ څخه، د خپلو هغه بنده ګانو ستاینه کوي چې د هغه په تابعدارۍ عمل کوي، او بنده ګانو ته د عملونو نسبت کوي، او هغوی سره په هغه باندې د لویو بدلو وعده کوي، او که د الله تعالی توفیق دوی ته نه وی نو دوی به هغه عملونه نه وی کړی چې د دې بدلې مستحق پرې ګرځېدلي دي، {ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيم} [الحديد: 21]، [دا د الله تعالی فضل او مهرباني ده هغه چا ته یې ورکوي چې خوښه یې شي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی]، او همدارنګه هغه قوم یې غندلی چې د هغه نافرماني یې کړی، او دوی ته یې د دې کار په کولو باندې ویره ورکړی، او د دوی عملونه یې دوی ته منسوب کړي، دا ټول د یو اندازه شوي شي د وجې دي، چا لره چې وغواړي ګمراه کوي یې، او چا ته وغواړي هدایت ورته کوي». الشريعة، د الآجري (2/ 702).
او مونږ پر دې ایمان لرو چې لکه څرنګه چې د پيدا کولو، امر او شریعت تر منځه تعارض نشته، همدا رنګه د شریعت، امر او عقل تر منځه هم نشته، نو هر هغه څه چې الله تعالی او رسول یې - صلی الله علیه وسلم - پرې امر کړی وي او یا ترې الله او رسول یې منع فرمایلي وي، او یا الله مقدر کړی وي، او یا یې ترې خبر ورکړی وي - د عقل سره تعارض نه لري؛ بلکه دا پخپله د هغه څه غوښتنه ده چې عقلونه پرې امر کوي، او دا ډیر لوی حکمت دی، حکیم او پوه ذات فرمایلي دي: {ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا} (دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى). [الإسراء سورت : 39 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُر} [(دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي]. [القمر سورت : 5 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ} (او الله پر تا باندې نازل كړى دى كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې) [النساء سورت : 113 ایت]، او پدې سره پر مخلوقاتو حجت قائمیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ فَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِين} (ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا پر نېغه لار روان كړي وئ). [الأنعام سورت: 149 آیت]. او دا شریعت، أمر او تقدیر د ښکلا په لوړه مرتبه کې دي، بلکه لدې څخه غوره نشته، الله تعالی فرمایلي دي: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون} (ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!). [المائدة سورت: 50 آیت].
وعن ابن الديلمي قال: «أَتَيْتُ أبي بْنَ كَعْبٍ، فَقُلْتُ لَهُ: وَقَعَ فِي نَفْسِي شَيْءٌ مِنَ الْقَدَرِ، فَحَدِّثْنِي بِشَيْءٍ لَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُذْهِبَهُ مِنْ قَلْبِي، قَالَ: لَوْ أَنَّ اللَّهَ عَذَّبَ أَهْلَ سَمَوَاتِهِ وَأَهْلَ أَرْضِهِ عَذَّبَهُمْ وَهُوَ غَيْرُ ظَالِمٍ لَهُمْ، وَلَوْ رَحِمَهُمْ كَانَتْ رَحْمَتُهُ خَيْرًا لَهُمْ مِنْ أَعْمَالِهِمْ، وَلَوْ أَنْفَقْتَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ مَا قَبِلَهُ اللَّهُ مِنْكَ حَتَّى تُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ، وَتَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَأَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، وَلَوْ مُتَّ عَلَى غَيْرِ هَذَا لَدَخَلْتَ النَّارَ. قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ عَبْدَاللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ، فَقَالَ مِثْلَ ذَلِكَ، قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ، فَقَالَ مِثْلَ ذَلِكَ، قَالَ: ثُمَّ أَتَيْتُ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ، فَحَدَّثَنِي عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِثْلَ ذَلِكَ». او له ابن الدیلمي څخه روایت دی فرمایي: «أبی بن کعب ته ورغلم، نو ورته مې وویل: زما په زړه کې د تقدیر په اړه یو څه ګرځي راګرځي، نو یو څه راته ووایه، زه هیله لرم چې الله یې زما له زړه څخه وباسي، هغه وویل: که چېرته الله تعالی د خپلو آسمانونو او ځمکې خلکو ته عذاب ورکړي بیا به هم پرې ظلم کوونکی نه وي، او که چېرته پرې ورحمیږي، نو رحمت به یې د دوی لپاره د دوی له عملونو څخه غوره وي، او که چېرته دې - د الله په لار کې - د أحد د غره په اندازې سره زر مصرف کړل نو الله تعالی به یې درڅخه قبول نه کړي تر څو چې په تقدیر ایمان رانه وړې، او ته پدې پوه شه چې څه درته رسیدونکي وي(په تقدیر کژ) هیڅکله به ترې خطا نه شې، او کوم څه چې درڅخه خطا شول(په تقدیر کې) هیڅ کله به درته ونه رسیږي، او که چېرته پرته لدې په بله عقیده مړ شوې نو اور ته به داخل شې. وایې: بیا عبد الله بن مسعود ته ورغلم، نو هغه هم همداسې وویل: وایې: بیا حذیفة بن الیمان ته ورغلم هغه هم همداسې وویل: وایې بیا زید بن ثابت ته ورغلم، نو هغه راته همداسې حدیث د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لخوا بیان کړ». ابوداود (۴۶۹۹)، ابن ماجه (۷۷)، احمد (۲۱۵۸۹)، عبد بن حمید (۲۴۷) او فریابي په القدر (۱۹۰) او: شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (۴/ ۶۷۶) کې روایت کړی دی.
او الله تعالی د خپل کتاب په ستاینه کې چې شریعت او أمر ته شامل دی فرمایلي دي چې تر ټولو غوره وینا ده، الله تعالی فرمایلي دي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى). [الزمرسورت: 23 آیت]. نو هغه څه چې الله مشروع ګرځولي او یا یې مقدر کړي دي، نو هغه د کمال او ښکلا په وروستي حد کې دي؛ برابره خبره ده که عقلونه یې درک کړي او یا یې له درک او پوهې څخه عاجز پاتې شي، نو مونږ خپل عقلونه او نظریات فیصله کوونکي (حاکمان) نه ګرځوو د الله په شریعت او د هغه په تقدیر ؛ کله ورته په ښه ویلو او کله ورته په بد ویلو سره، بلکه هر هغه څه چې الله تعالی مقدر کړي او مشروع کړي دي نو هغه پوره ښکلا لرونکي او بشپړ دي.
او مونږ ایمان لرو چې شریعت او تقدیر ټول خیر دی، او الله تعالی هیڅکله یوازې شر نه ټاکي ، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَالْخَيْرُ كُلُّهُ فِي يَدَيْكَ، وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ». "او ټول ښه ستاسو په دواړو لاسونو کې دی، او شر ستاسو څخه ندي(۱)". مسلم (771)، ابو داود (761)، ترمذي (266) او نسائي (897) روایت کړی دی.
او شر هم په عام تقدیر کې شامل دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي : {إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى). [القمر سورت : 49 آیت]، او په قران کریم کې د شر اضافت هغه چاته کیږي چې تر سره کړی یې وي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَق * ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې. مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى). [الفلق سورت : 1، 2 آیتونه].
او له ادب څخه دا دي چې د شر نسبت الله تعالی ته ونه شي، الله تعالی له پيریانو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغوی ویلي دي: {وَأَنَّا لاَ نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِي الأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا} (او دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده). [الجن سورت: 10 آیت]، او الله تعالی د - ابراهیم - الخلیل علیه السلام په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایي چې هغه ویلي دي: ﴿وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴾ (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: 80 آیت]، نو د ناروغۍ نسبت یې خپل ځانته او د شفا نسبت یې الله - جل جلاله - ته وکړ.
(بــاب فـعـل الأسبــاب من القـدر) باب دی پدې باره کې چې د أسبابو کارول له تقدیر څخه دي
او مونږ ایمان لرو چې د اسبابو کارول په تقدیر له ایمان سره ټکر نه لري، بلکه د اسبابو کارول په قضا او قدر باندې له بشپړ ایمان راوړلو څخه دي، او زمونږ رب د رزق پسې په پلټنې امر کړی دی، حال دا چې هغه مونږ ته خبر راکړی دی چې هغه مونږ ته لیکلی دی، حق ذات فرمایلي دي: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُور} (دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي). [الملك سورت: 15 آیت].
او الله پاک فرمایلي دي: {فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَةُ فَانتَشِرُوا فِي الأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُون} (نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ) [الجمعة سورت: 10 آیت].
او الله - تعالی له یعقوب څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه خپلو اولادونو ته وویل: {يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُون} (او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو څخه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يوازې په هغه باندې توكل وكړي). [يوسف سورت: 67 آیت]. او له سائب بن یزید څخه روایت دی چې: « بیشکه نبي - صلی الله علیه وسلم - د احد په ورځ دوه زغرې واخیستې، داسې ښکاریده لکه چې په دواړو کې راووت -یعنې دواړه یې اغوستلې وې-». ابن ماجه (2806)، سعید بن منصور (2858)، احمد (15722) او نسائی په الکبری (8529) کې روایت کړی دی. او الله - تعالی - نوح علیه السلام ته د کښتۍ په جوړولو امر وکړ، همدا رنګه یې موسی - علیه السلام - ته امر وکړ چې بحر په امسا سره ووهي، او مریم - علیها السلام - ته یې امر وکړ چې د خرما د ونې ډډ وخوځوي تر څو پرې تازه خرما راتوی شي او داسې نور هغه څه چې الله - تعالی - پرې خپلو بنده ګانو ته د اسبابو په اخستلو امر کړی دی.
او له سترو أسبابو څخه دعا ده، نعمان بن بشیر له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه د الله تعالی د دې وینا په اړه روایت کوي چې فرمایي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ}. (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم). فرمایي: دعا عبادت دی، و ویې لوست: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ} [غافرسورت: 60 آیت] (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم). د الله تعالی تر دې وینا پورې {دَاخِرِين}». یعنې په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي)». ابوداود (1479)، ترمذي (2969) او ابن ماجه (3828) روایت کړی.
او له أسبابو څخه : درملنه، دم او دعا ده، فعن أبي خِزَامَةَ، عَنْ أَبِيهِ رضي الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ رُقًى نَسْتَرْقِيهَا وَدَوَاءً نَتَـدَاوَى بِهِ وَتُقَاةً نَتَّقِيهَا، هَلْ تَرُدُّ مِنْ قَدَرِ اللَّهِ شَيْئًا؟ قَالَ: «هِيَ مِنْ قَدَرِ اللَّهِ». له أبو خزامة څخه روایت دی، هغه له خپل پلار - رضي الله عنه - څخه روایت کوي فرمایي: ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه پوښتنه وکړه نو ومې وییل: ای د الله رسوله! مونږ ته د دم او دعا په اړه خبر راکړه هغه چې ځان پرې دموو او درمل چې د ځان درملنه پرې کوو او هغه څه چې د ځان ساتنه پرې کوو - لکه ډال - ، آیا دا - څيزونه - د الله تعالی له تقدیر څخه د څه شي مخنیوی کوي؟ هغه وفرمایل: "دا د الله - تعالی - له تقدیر څخه دي". ترمذي (۲۰۶۵)، ابن ماجه (۳۴۳۷)، ابن وهب په الجامع فی الحدیث کې (۶۹۹)، احمد (۱۵۴۷۲) او ابن ابي عاصم په الاحاد او المثانی (۲۶۱۰) کې روایت کړی دی.
(بــاب القدر لا يتعارض مع العدل) باب دی په دې اړه چې تقدیر د عدل سره په ټکر کې ندی
ایمان لرو په دې چې الله پاک په عدل باندې امر کوي او پخپله هم په انصاف سره فیصله کوي شرعا او تقدیرا او جزاء، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ} (بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو حكم كوي). [النحل سورت: 90 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيم} (او الله - تعالی - یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري، پداسې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، آیا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى). [النحل سورت : 76 آیت]، ابوذر - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي په هغه څه کې چې هغه له الله تبارک وتعالی څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «يَا عِبَادِي، إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا». "اې زما بندګانو، ما په ځان باندې ظلم حرام کړی دی او په تاسو کې مې هم حرام کړی دی، نو خپل مینځ کې یو بل باندې ظلم مه کوئ". مسلم (2577) او ترمذي (2495) روایت کړی.
او له خپل ځان څخه یې ظلم نفي کړی دی، نو الله تعالی فرمایلي دي: {مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيد} (هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى). [فصلت سورت: 46 آیت]، او الله تعالی فرمايلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا} (بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي)، [النساء سورت: 40 آیت]، او الله - پاک - فرمایلي دي: {وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا} (او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي). [النساء سورت : 124 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَـكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (بېشكه الله په خلکو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلک پر خپلو ځانونو ظلم كوي). [يونس سورت: 44 آیت]، حق تعالی فرمایلي دي: {مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلاَ يُجْزَى إِلاَّ مِثْلَهَا وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دي او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يوازې د هغې په مثل سزا وركولى شي او پر دوى به ظلم نه كېږي). [الأنعام سورت: 160 آیت]. او داسې نور آيتونه چې د هغه د عدالت په کمال دلالت کوي، او له خپل ځان څخه یې د ظلم په نفي کولو.
او مونږ ایمان لرو چې د قضا او قدر له مخکي والي څخه د بندګانو سره ظلم کول نه لازمیږي؛ ځکه چې الله تعالی کتابونه نازل کړي او رسولان یې رالیږلي، تر څو د پیغمبرانو له لیږلو وروسته خلکو ته په الله تعالی باندې کوم دلیل پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي دي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دی). [النساء سورت: 165 آیت].
او الله تعالی تقدیر یو پټ راز ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا} (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي). [الجن سورت: 26 آیت]، او بندګانو ته یې خوښه او اختیار ورکړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ} (او ته دوی ته ووایه: حق ستا د رب له جانبه دی، نو څوک چې (د اېمان) اراده وکړي نو هغه دې اېمان راوړي او څوک چې (د کفر) اراده وکړي نو هغه دې کافر شي) [الكهف سورت: 29 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا} (بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي) [الإنسان سورت: 3 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا} (نو ده ته يې د ده بدۍ او د ده تقوٰی (نېكۍ) الهام كړې (او ورښودلې) ده) [الشمس سورت: 8 آیت].
(بــاب الاحتجاج بالقدر) باب دی په تقدیر باندې د استدلال کولو په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - رسولان رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي. تر څو خلکو ته په الله - جل جلاله - څه حجت پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي دي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 165 آیت]، او الله - تعالی - له مشرکانو څخه د خبر ورکولو په موخه وویل چې هغوی په شرک د اخته کېدلو لپاره په تقدیر استدلال وکړ، نو الله تعالی د دوی دروغ ښکاره کړل ، او خپل عذاب یې وروڅاکه، الله تعالی فرمایلي دي: {سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذَاقُواْ بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُون} (ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: آیا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يوازې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يوازې اټكل چلوونكي یئ). [الأنعام سورت: 148 آیت]. او که چېرته تقدیر د دوی په شرک باندې حجت کیدلی شو نو الله تعالی به دوی ته خپل عذاب نه ورڅکلی.
وعن علي رضي الله عنه قال: كُنَّا جُلُوسًا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، وَمَعَهُ عُودٌ يَنْكُتُ فِي الأَرْضِ، وَقَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا قَدْ كُتِبَ مَقْعَدُهُ مِنَ النَّارِ أَوْ مِنَ الجَنَّةِ»، فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ القَوْمِ: أَلَا نَتَّكِلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «لَا، اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ». ثُمَّ قَرَأَ: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى} [الليل: 5] الآيَةَ»، او له علی - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: مونږ د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو او د هغه سره یو ډکی و چې په ځمکه کې یې واهه او ویې فرمایل: ستاسو څخه هیڅوک داسې نشته مګر دا چې د هغه ځای ناستی له اور او یا له دوزخ څخه لیکل شوی دی»، نو له خلکو څخه یو سړي وویل: ای د الله رسوله! آیا توکل نه کوو؟ - یعنې چې عمل پریږدو هغه وویل: « عمل وکړئ، ستاسو څخه هر (یو ته هغه څه) اسانه -ګرځول شوي دي چې ورته پیدا شوي دي- بیا یې - دا آیت ولوست: {فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى} [الليل سورت: 5 آیت] الآيَةَ»،نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي». بخاري (6605)، مسلم (2647)، ترمذي (2136) او ابن ماجه (78) روایت کړی دی. نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په عمل کولو امر وکړ، او له - یوازې په امید له تکیه کولو څخه یې منع وفرمایله.
او مونږ ایمان لرو چې له ګناهونو څخه د توبې نه وروسته په تقدير استدلال کول روا دی، فعن حميد بن عبدالرحمن أن أبا هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: أَنْتَ آدَمُ الَّذِي أَخْرَجَتْكَ خَطِيئَتُكَ مِنَ الجَنَّةِ، فَقَالَ لَهُ آدَمُ: أَنْتَ مُوسَى الَّذِي اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِرِسَالَاتِهِ وَبِكَلَامِهِ، ثُمَّ تَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قُدِّرَ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ أُخْلَقَ»، فَقَالَ رَسُـولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى». مَرَّتَيْنِ. له حمید بن عبدالرحمن څخه روایت دی چې ابوهریره رضي الله عنه فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: ته هغه آدم یې چې تېروتنې دې له جنت څخه راوویستلې، نو آدم ورته وویل: ته هغه موسی یې چې الله په خپلو رسالتونو او کلام سره غوره کړی یې، بیا ته ما په داسې یوه چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه مخکې پر ما مقدر شوې وه؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» دوه ځلې. (بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
مطرف بن عبد الله الشخیر رحمه الله فرمایلي دي: «مونږ په قرآن کې تقدیر ته نه یو سپارل شوي، او یقینا چې مونږ ته یې په قرآن کې خبر راکړی چې مونږ هغه ته ورګرځیدونکي یو»، السنة، د عبدالله بن أحمد (2/412). او محمد بن سیرین - رحمه الله - فرمایلي دي: "که په تقدیر کې خبري کوونکي خلک له هغو کسانو څخه نه وي چې د لوی الله جل جلاله په آیتونو کې بې ځایه بحثونه کوي، نو زه نه پوهیږم چې دوی څه دي". السنة د عبدالله بن احمد (۲/۴۳۲) او شرح أصول أهل السنة والجماعة (۴/۶۹۶).
ابن وهب او له یو څخه زیاتو ویلي دي: «له مالک څخه د قدریانو په اړه پوښتنه وشوه چې: آیا له خبرو څخه یې باید ځان وساتل شي ؟ هغه وفرمایل: هو، کله چې په خپله عقیده پوه وي. وایې: او په نیکۍ ورته امر کوي، او له بدۍ څخه یې منع کوي او د دې پر خلاف یې خبروي او په خبرو یې ورسره موافقه نه کوي، او نه پرې لمونځ کوي، او جنازو ته یې ورتګ نه کیږي، او زه لازم نه ګڼم چې نکاح ورسره وشي یا ورته په نکاح ورکړل شي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ} [البقرة: 221]، (او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه)، د أشهب په روایت کې یې فرمایلي دي: او تر شا یې لمونځ نه کیږي، او نه یې حدیث اخیستل کیږي، او که چېرته ورسره په کوم مورچل کې مخ شوئ نو ترې یې وباسئ». ترتيب المدارك وتقريب المسالك (1/91).
او مونږ ایمان لرو چې بنده ته روا دي د مصیبت پر مهال په تقدیر استدلال وکړي، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ: لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ: قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ؛ فَإِنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، مګر ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي». مسلم (2664)، او ابن ماجه (79) روایت کړی دی.
او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه د الله تعالی د دې وینا په تفسیر کې راغلي دي : {الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعون} [البقرة سورت: 156 آیت] (هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله یو او بېشكه مونږ خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو) فرمایي: الله تعالی خبر ورکوي چې کله مؤمن چاره الله ته وسپاري او د مصیب پر مهال له فریاد کولو څخه په شا شي او ( إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعون) ووایي: نو د هغه لپاره د خېر درې خصلتونه ولیکل شي: د الله تعالی لخوا نه ستاینه، رحمت او د هدایت لارې موندل. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنِ اسْتَرْجَعَ عِندَ الْمُصِيبَةِ جَبَرَ اللَّهُ مُصِيبَتَهُ، وَأَحسَنَ عُقْبَاهُ، وَجَعَلَ لَهُ خَلَفًا صَالِحًا يَرْضَاهُ». «چا چې د مصیبت پر مهال (الله تعالی ته د ورګرځیدو ذکر ووایه یعنې ( انا لله و انا الیه راجعون ) نو الله تعالی به یې مصیبت جبران کړي او عاقبت به یې ښایسته کړي، او د هغه نېکه بدله به ورکړي چې پرې به خوښ شي». طبري په التفسير (2/707)، (3/223) کې، ابن ابي حاتم په التفسير (1421) کې، طبراني په الکبير (13027) کې، او البيهقي په الشعب کې روايت کړى دى(۹۲۴۰).
(کتاب العبادة) کتاب دی په بیان د عبادت کې.
د کتاب لنډیز
مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مخلوقات د دې لپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي، او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی هغه حنیفیت دی- له شرک څخه توحید ته مایله کېدل دي - کوم چې د ابراهیم - علیه السلام - ملت دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی پرې ټولو ثقلینو (انسانانو او پیریانو ته) امر کړی دی. عبادت زیات ډولونه لري، او هیڅ ډول عبادت پرته له الله تعالی څخه بل چا ته روا ندی چې وکړای شي. د عبادت له ډولونو څخه یې ځینې دا دي: دعا، توکل، ویره سره د تعظیم، اونفس ویره پرته له اسبابو ،امید ساتل، پناه غوښتل، حلاله، مرسته غوښتل او د مصیبت پر مهال د مرستې غوښتل.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مخلوقات د دې لپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي او پدې پوهیږو چې په قرآن کریم کې لومړی امر له ټولو شیانو پرته یوازې د یو الله - تعالی - په عبادت شوی دی او هر پیغمبر خپل قوم ته ویلي دي چې : {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه پرته (بل) هېڅ په حق معبود نشته) [الأعراف سورت: 65 آیت].
او مونږ پوهیږو چې عبادت تر هغه پورې نه قبلیږي تر څو چې الله رب العالمین ته خالص شوی نه وي او د پيغمبرانو د سردار - صلی الله علیه وسلم - د لارښوونو سره سم نه وي.
او واجب ده چې د عبادت موخه باید یوازې یو الله وي چې هیڅ شریک نه لري، او هغه پاک ذات د شرک له ټولو ډولونو لوی او کوچني څخه ویرول کړي دي، ځکه څوک چې خالص عمل وکړي مګر د رسول - صلی الله علیه وسلم - له لارښوونو سره برابر نه وي؛ نو عمل یې پرې بیرته مردود دی، او څوک چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له لارښوونو سره سم عمل وکړي، خو الله تعالی ته خالص نه وي، نو هغه پرې مردود دی، یعنې ورڅخه نه منل کیږی.
او مونږ پوهیږو چې د عبادت اصول ( بنسټونه) دري دي: بشپړ محبت، بشپړ امید ساتل او بشپړه ویره او دا چې پیغمبران او رسولان لدې څخه په لوی نصیب او برخه بریالي شوي دي.
او تر ټولو ستره هیله چې مؤمنان یې لري هغه د الله عزتمند مخ ته لیدل دي او د الله تعالی لیدل د جنتیانو له تر ټولو سترو نعمتونو څخه دي بلکه د هغوی د ټولو نعمتونو له پاسه اضافي نعمت دی او کله چې جنتیان جنت ته ننوځي، نو الله تعالی به د مؤمنانو د عزت او درناوي له پاسه د هغوی نور عزت او درناوي وکړي ځکه چې هغه لورینه کوونکی او سخي ذات دی نو دا زیات نعمت به یې هغه ته د دوی لیدل وي او تر ټولو لوی هغه څه چې مؤمنان ترې ویره لري هغه لدې نعمت څخه محرومیدل دي، په کوم سره یې چې خپل مؤمن اولیاء ځانګړي کړي دي او خپل دښمنان یې ترې محروم کړي دي او خپل ټول دښمنان یې هغه ته له لیدو څخه منع کړي دي له: مشرکانو، یهودو، نصاراو، مجوسیانو او منافقینو څخه.
او وسیله الله تعالی ته له واجباتو اومستحباتو څخه په هر هغه څه نږدې کېدل دي چې هغه پرې راضي کیږي، (او وسیله په بله معنا هم راځي، چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې وینا کې ذکر شوې ده "له الله - تعالی - څخه زما لپاره وسیله وغواړئ").
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یې بنده ګانو ته په دعا باندې امر کړی دی او د قبلیدو ژمنه یې ورسره کړې ده او پدې پوهیږو چې الله تعالی ته د هغه په غوره نومونو او لوړو صفتونو سره وسیله کیږي؛ لدې امله د أنبیاوو او پیغمبرانو دعاګانې به په ډیری وختونو کې الله تعالی ته د هغه په نیکو نومونو او لوړو صفتونو په وسیله کولو سره وې، او د دعا له ځایونو څخه یې ځینې دا دي: د لمونځونو پسې، د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې، د روژه ماتي پر مهال، په طواف کې ، په صفا او مروه، په عرفات او مزدلفة او د جمرو له ویشتلو څخه وروسته.
لکه څرنګه چې وسیله په الله تعالی په ایمان سره کیږي په ډول ډول عبادتونو او نیکو عملونه سره هم وسیله کیږي. او الله تعالی ته د حالت په یادولو ، هغه ته په اړتیا ښودلو سره وسیله کیږي او پدې چې بنده د الله مرستې او د هغه رحمت ته اړ دی او پدې سره هم وسیله کیږي چې مسلمان له یو صالح ژوندي انسان څخه وغواړي چې دعا ورته وکړي، لکه څرنګه چې د یوسف وروڼو له خپل پلار څخه وغوښتل چې له الله تعالی ورڅخه ورته بخښنه وغواړي، او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له وفات څخه وروسته صحابه کرام له هغه څخه په وسیله ګرځولو واوښتل او عباس رضي الله عنه - چې ژوندی و - هغه یې وسیله وګرځاوه، ځکه هغوی پدې پوهېدل چې دا یوه روا وسیله ده.
له هغه څه پرته چې الله تعالی روا کړي دي بل څه وسیله ګرځول ناروا دي، د جاهلیت د زمانې خلکو به خپل بوتان او باطل معبودان الله تعالی ته وسیله ګرځول.
باب دی د الله تعالی د دې وینا په اړه: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (یعنې او ما پيریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره)
مونږ ایمان لرو چې الله تعالی انسانان او پیریان د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} (او ما پيریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره). [الذاريات سورت: 56 آیت]؛ یعنې، او دوی ته امر ندی کړی شوی مګر د دې چې عبادت د الله رب العالمین لپاره خالص کړي. او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی؛ هغه حنیفیت دی او هغه د ابراهیم علیه السلام ملت دی، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِين} (ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يوازې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و). [الأنعام سورت: 161 آیت].
او هغه عبادت چې الله تعالی پرې امر کړی ډیر ډولونه لري او هیڅ ډول یې له الله پرته بل چاته روا ندی، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا} (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت].
او له ډولونو څخه یې: دعا ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْكَافِرُون} (او هغه څوک چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي} [المؤمنون سورت: 117 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين} (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي). [غافر سورت: 60 آیت].
او - د عبادت له ډولونو څخه - توکل دی، الله تعالی فرمایلي دي: (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [المائدة سورت: 23 آیت]، او الله تعالی فرمايي: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى) [الطلاق سورت: 3 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه (خشیت) دی، هغه ویره چې تعظیم ورسره وي. {فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي} (نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ) [البقرة سورت: 150 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه ویره ده (په غیر د اسبابو)، الله تعالی فرمایلي دي: {فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِين} (نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [آل عمران سورت: 175آیت].
او د عبادت له ډولو څخه امید ساتل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا} (دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله (نزدیکت) لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب له عذاب څخه ویره کیدی شي). [الإسراء سورت: 57 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلاَ يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا} (ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يوازې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي کیږي چې بېشكه ستاسو معبود يوازې یو معبود دى، نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هلیه لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه یو پنا غوښتل دي، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس} (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). [الناس سورت : 1 آیت].
او د عبادت له ډولونو څخه یو ذبح (حلاله) ده: حق ذات فرمایلي دي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي). [الأنعام سورت: 162 آیت].
او د - عبادت له ډولونو څخه - یو مرسته غوښتل دي، الله تعالی فرمایلي: (ِإيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِين) (خاص ستا بنده ګي کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو) [الفاتحة سورت: 5 آیت].
او - د عبادت له ډولونو څخه - یو یې د سختۍ په حالت کې مرسته غوښتل دي، حق ذات فرمایلي دي: {إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ} (كله چې تاسو له خپل رب نه مرسته وغوښته، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مرسته كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي) [الأنفال سورت: 9 آیت].
او مونږ پدې پوهیږو چې په قرآن کریم کې لومړی امر له ټولو شیانو پرته یوازې د یو الله - تعالی - په عبادت شوی دی د ستاینې وړ ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [البقرة سورت: 21 ایت]. او هر نبي خپل امت ته ویلي دي: {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه پرته (بل) هېڅ په حق معبود نشته)، لکه څرنګه چې الله - تعالی - د لومړي پیغمبر په اړه فرمایلي دي: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} (یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم) [الأعراف سورت: 59 آیت]، او الله تعالی د اخري پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه خپل قوم ته وویل: {وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا} (او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ) [النساء سورت: 36: آیت]، او حق متعال ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت 36 آیت].
او مونږ پوهیږو چې عبادت تر هغه پورې نه قبلیږي تر څو چې الله رب العالمین ته خالص شوی نه وي او د پيغمبرانو د سردار - صلی الله علیه وسلم - د لارښوونو سره سم نه وي، الله تعالی فرمایلي دي: (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
او مونږ پوهیږو چې په عبادت سره باید موخه یوازې یو الله وي چې شریک نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَإِنَّمَا لِامْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا، فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ». «بېشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې د هغه نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وي». بخاري (6689)، مسلم (1907)، ابوداود (2201)، ترمذي (1647)، نسائي (75) او ابن ماجه (4227) روايت کړی دی.
او هغه سپېڅلي ذات له ټول شرک څخه ویرول کړي دي؛ هغه لوی وي او که کوچنی، الله تعالی فرمایلي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشکه الله تعالی نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې یې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله). [النساء سورت : 48 آیت]. او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس د هغه شرک ته پریږدم». مسلم روایت کړی دی (2985).
نو څوک چې یو خالص عمل وکړي مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره موافق نه وي، نو د هغه عمل مردود دی، الله - تعالی - فرمایلي: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب سورت: 21 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»، "څوک چې يو عمل وکړي چې هغه زمونږ په حکم کې نه وي، نو هغه مردود دی"، مسلم روایت کړی دی (1718). او الله تعالی فرمایلي: {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي) [النور سورت: 63 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) (ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [آل عمران سورت: 31 آیت].
او مونږ پوهیږو چې د عبادت اصول (بنسټونه) دري دي: بشپړ محبت، بشپړ امید ساتل او بشپړه ویره لرل او دا چې پیغمبران او رسولان لدې څخه په لوی نصیب او برخه بریالي شوي دي، الله تعالی د دوی له حال څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت : 90 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُون * (او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي. أُوْلَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُون} دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي). [المؤمنون سورت: 60، 61 آیتونه]، او الله پاک فرمایلي دي: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُون} (د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ څه لګوي) [السجدة سورت : 16 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ} (ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له آخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري) [الزمر سورت: 9 آیت].
او له أبو هریرة - رضی الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ بِشِبْرٍ تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله تعالی فرمایلي دي: زه د خپل بنده له ګمان سره یم چې پر ما یې کوي، او زه له هغه سره یم کله مې چې یاد کړي، که چېرته یې زه له خپل ځان سره یاد کړم، زه به یې د خپل ځان سره یاد کړم او که چېرته یې د خلکو په منځ کې یاد کړم زه به یې د هغه له ټولګي څخه په غوره ټولګي کې یاد کړم او که چېرته ماته د یوې لویشتې په اندازه رانږدې شو، زه به ورته یو څنګل (ګز) ورنږدې شم، او که چېرته یو ګز را نږدې شو نو زه به ورته د دواړو خلاصو لاسونو په اندازه ورنږدې شم او که چېرته زما لورې ته قدم وهونکی راغی زه به په تېز مزل سره ورشم». بخاري (7405)، مسلم (2675)، ترمذي (3603) او ابن ماجه (3822).
او الله تعالی فرمایلي دي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) (او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان او هغه كسان چې ایمان يې راوړی دی؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي). [البقرة سورت: 165 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلَاوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المرْءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ». «دري - خویونه - دي چې په چا کې وي نو د ایمان خواږه به ومومي: چې الله او رسول یې ورته له هر څه زیات محبوب وي، او دا چې څوک خوښ ګڼي نو خوښ دې نه ګڼي مګر د الله لپاره، او کفر ته بیرته ورګرځیدل ورته داسې بد ښکاري لکه څرنګه چې خوښ نه ګڼي چې په اور کې دې واچول شي». بخاري (16)، مسلم (43)، ترمذي (2624)،نسائي (4987) او ابن ماجه (4033) روايت کړی دی.
او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «فَوَ الَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، له تاسو څخه به هیڅوک تر هغه پورې مؤمن نشي تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه زیات محبوب نه شم». بخاري (14) او نسائي (5015) روایت کړی دی. او تر هغه پورې بنده د الله تعالی محبت لاس ته نه شي راوړلی تر څو چې یې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پیروي نه وي کړې، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [آل عمران سورت: 31 آیت].
او تر ټولو ستره هیله چې مؤمنان یې لري، هغه د الله تعالی عزتمند مخ ته لیدل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي) [القيامة سورت : 22، 23 آیتونه].
او د الله تعالی لیدل د جنتیانو له تر ټولو سترو نعمتونو څخه دي بلکه د هغوی د ټولو نعمتونو له پاسه اضافي نعمت دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلاَ يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلاَ ذِلَّةٌ أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون} (د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د الله دیدار) او د دوى مخونه به نه هېڅ تور ګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي) [يونس سورت: 26 آیت].
او له صهیب - رضي الله عنه - څخه روایت دی هغه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تبارك وتعالى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عز وجل». "کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، وایې: نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- د کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړ شوی». مسلم (181)، ترمذي (2552) او ابن ماجه (187) روایت کړی دی.
(بــاب التوسل والوسيلة) باب دې د نږدې کېدلو او وسېلې په اړه
وسیله الله ته نزدیکت دی په هر هغه څه چې الله ته خوښ وي د واجب او مستحب څخه.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی خپلو بندګانو ته په دعا کولو امر کړی دی، او ورسره یې د قبلولو ژمنه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين} (او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي). [غافر سورت : 60 آیت]، هغه پاک ذات چې نومونه یې سپیڅلې دي فرمایلي: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان پوښتنه وكړي، نو یقینًا زه نږدې یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا وغواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: 186 آیت].
او مونږ پوهیږو چې الله تعالی ته د هغه په نیکو نومونو او لوړو صفتونو سره وسیله کیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَـنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلا} (ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېرپه لوړ اواز مه کوه او نه ډېر په ټیټ اواز او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه). [الإسراء سورت: 110 آیت].
لدې امله د أنبیاوو او رسولانو علیهم السلام په ډیرو دعاګانو کې الله تعالی ته د هغه نیک نومونه وسیله شوي دي لکه څرنګه چې الله تعالی د آدم او د هغه له ښځې څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغوی دواړو وویل: (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) (اې زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو) [الأعراف سورت: 23 آیت]، او خلیل - علیه السلام - فرمایلي دي: {رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء} (ای ربه زما! ما پر لمانځه همېشنی (پابندي کوونکی) وګرځوه، او زما له اولادې هم، ای ربه زمونږ! زما دعا قبوله کړه). [إبراهيم سورت: 40 آیت]، او موسی علیه السلام فرمایی: {رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} [(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې] [الأعراف سورت: 151 آیت].
لکه څرنګه چې وسیله په الله تعالی په ایمان سره کیږي، الله تعالی فرمایلي: {رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِين} (اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه) [آل عمران سورت: 53 آیت].
او توسل په نیک عمل سره کیږي، لکه څرنګه چې د هغه دریو نفرو په کیسه کې راغلي دي کله چې پرې غار وتړل شو، فعن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «انْطَلَقَ ثَلَاثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى أَوَوا المَبيتَ إِلَى غَارٍ، فَدَخَلُوهُ، فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الجَبَلِ، فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُ الغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لَا يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إِلَّا أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ، فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمْ: اللَّهُمَّ، كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ، وَكُنْتُ لَا أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلًا، وَلَا مَالًا، فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَيْءٍ يَوْمًا، فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا، فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ، وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلًا أَوْ مَالًا، فَلَبِثْتُ وَالقَدَحُ عَلَى يَدَيَّ، أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الفَجْرُ، فَاسْتَيْقَظَا، فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ، فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لَا يَسْتَطِيعُونَ الخُرُوجَ»، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «وَقَالَ الآخَرُ: اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ، كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ، فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا، فَامْتَنَعَتْ مِنِّي حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي، فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا، فَفَعَلَتْ حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا، قَالَتْ: لَا أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الخَاتَمَ إِلَّا بِحَقِّهِ، فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الوُقُوعِ عَلَيْهَا، فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا، وَهِيَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ، وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لَا يَسْتَطِيعُونَ الخُرُوجَ مِنْهَا»، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «وَقَالَ الثَّالِثُ: اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ، فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ، فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الأَمْوَالُ، فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ، أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْتُ لَهُ: كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الإِبِلِ وَالبَقَرِ وَالغَنَمِ وَالرَّقِيقِ، فَقَالَ: يَا عَبْدَ اللَّهِ، لَا تَسْتَهْزِئ بِي، فَقُلْتُ: إِنِّي لَا أَسْتَهْزِئُ بِكَ، فَأَخَذَهُ كُلَّهُ، فَاسْتَاقَهُ، فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا، اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ، فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ، فَخَرَجُوا يَمْشُونَ». له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: «ستاسو څخه وړاندې د دریو نفرو یوه ډله روانه شوه تر دې چې یو غار ته یې شپه ورسوله، نو ورننوتل - پدې وخت کې - له غره څخه یوه تیږه راوښوېدله او غار یې پرې بند کړ، دوی وویل: تاسو لدې تیږې څخه تر هغه پورې نه شئ ژغورل کیدلی تر څو چې الله - تعالی - په خپلو نیکو عملونو سره راونه بلئ، نو لدوی څخه یو سړي وویل: ای الله، ما مور او پلار درلودل چې ډیر زاړه وو، نو ما به لدوی څخه مخکې د شپې لخوا هیچا ته لومړی شیدې نه ورکولې؛ نه اولادونو ته او نه مال ته - له مال څخه یې موخه پدې کار زیات ټینګار دی - نو یوه ورځ د یو څه په لټه کې راباندې ناوخته شو، دومره ناوخته شو چې کله راغلم نو دوی ویده شوي وو، نو دوی ته مې د دوی اوښه ولوشله - کله چې راغلم - ګورم چې دواړه ویده دي، نو ما ناسمه وګڼله چې له دوی څخه وړاندې خپلو اولادونو او مالونو ته د شپې لخوا شیدې ورکړم، نو همداسې ورته انتظار پاتې شوم تر څو دوی روایښ شي پداسې حال کې چې د شیدو لوښی مې په لاس کې و، تر دې چې سهار راوخوت، نو راپاڅېدل او خپلې شېدې یې وڅښلې، نو ای الله که چېرته ما دا کار ستا د رضا لپاره کړی وي، نو دغه سختي راڅخه لرې کړه چې مونږ پکې بند پاتې یو، نو تیږه یو څه ډډه شوه خو ترې راوتلی نه شول» رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «او بل وویل: ای الله زما یوه د کاکا لور وه، ماته ډیره ګرانه وه، نو له هغې څخه مې - د زنا - غوښتنه وکړه، خو هغې زما مخنیوی وکړ تر دې چې له کلونو څخه پرې یو سخت کال راغی نو ماته راغله - ما یو سل او شل دیناره ورکړل تر څو د هغې سره د یو ځای کېدلو اجازه راکړي ، نو ویې منله، تر دې چې کله وربرابر شوم، نو هغې وویل: زه اجازه نه درکوم چې مهر مات کړې مګر په حق سره ( یعنې د الله نه وویریږه او بکارت په ناروا توګه له منځه مه وړه) نو له هغې سره له یو ځای کېدلو څخه مې ځان وساته او ترې روان شوم حال دا چې ډیره زیاته مې خوښېدله او هغه سره زر مې چې ورکړي وو هغه - مې - پرېښودل، نو ای الله ! که چېرته مې - دا کار - ستا د رضا لپاره کړی وي، نو دغه ستونزه راڅخه لرې کړه چې مونږ پکې - راګیر - یو، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: « او دریم سړي وویل: ای الله ما څه خلک په مزدورۍ نیولي وو، نو د هغوی مزدوري مې ورکړه پرته له یو سړي څخه چې خپله برخه یې پرېښوده او لاړ، نو د هغه په مزد مې ورته پانګونه وکړه تر دې چې ډیر مال ترې جوړ شو، نوموړی یو څه موده وروسته راغی، او ویې وویل: ای د الله بنده! هغه زما مزدوري راکړه، ما ورته وویل: ټول دا څه چې ګورې له اوښانو، غواګانو، مېږو او غلامانو څخه، دا ټوله ستا مزدوري ده، هغه راته وویل: ای د الله بنده، پر ما ملنډې مه وهه، ما ورته وویل: زه پر تا ملنډې نه وهم، نو ټول یې واخستل روان یې کړل او هیڅ یې ترې پرې نښودل، نو ای الله که چېرته مې هغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو له دغه ستونزې څخه مو وژغوره چې پکې راګیر یو، نو تیږه لرې شوه، او دوی راووتل روان شول». بخاري (2272) او مسلم (2743) روایت کړی دی.
او الله ته توسل په ډول ډول عبادتونو ترسره کیږي، چې ترټولو مهم یې دعا ده، لکه څرنګه چې الله تعالی د خپلو پيغمبرانو په اړه فرمایلي دي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت: 90 آیت]. او د دعا له ځایونو څخه یې ځینې دا دي: د لمونځونو پسې، د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې، د روژه ماتي پر مهال، په طواف کې ، په صفا او مروه، په عرفات او مزدلفة او د جمرو له ویشتلو څخه وروسته.
او توسل د حالاتو په يادولو او الله تعالی ته په عاجزۍ ښودلو سره کیږي او دا چې بنده د الله مرستې او رحمت ته اړتيا لري، الله تعالی د موسى علیه السلام په اړه فرمايي چې هغه وویل: {رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِير} (ای زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم) [القصص سورت: 24 آیت]، او الله تعالی د أیوب - علیه السلام - په اړه فرمایلي دي چې هغه دعا وکړه - او داسې یې وویل: {أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} (بېشکه زه په تکلیف (مرض) اخته شوی یم، او ته تر ټولو ډېر رحم کوونکی یې) الأنبیاء سورت: ۸۳ آیت.
او توسل پدې سره هم کیږي چې مسلمان د یو ژوندي صالح انسان څخه وغواړي چې دعا ورته وکړي، لکه څرنګه چې د یوسف ورونو له خپل پلار څخه وغوښتل چې - له الله تعالی - څخه ورته بخښنه وغواړي، الله تعالی لدې - خبرې - څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِين} (هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو) [يوسف سورت: 97 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا} (او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم) بخښنه غوښتې وَى (، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و) [النساء سورت: 64 آیت]. وعن أنس بن مالك، عَنْ خَالَتِهِ أُمِّ حَرَامٍ بِنْتِ مِلْحَانَ، قَالَتْ: نَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا قَرِيبًا مِنِّي، ثُمَّ اسْتَيْقَظَ يَتَبَسَّمُ، فَقُلْتُ: مَا أَضْحَكَكَ؟ قَالَ: «أُنَاسٌ مِنْ أُمَّتِي عُرِضُوا عَلَيَّ يَرْكَبُونَ هَذَا البَحْرَ الأَخْضَرَ كَالْمُلُوكِ عَلَى الأَسِرَّةِ»، قَالَتْ: فَادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ فَدَعَا لَهَا، ثُمَّ نَامَ الثَّانِيَةَ، فَفَعَلَ مِثْلَهَا، فَقَالَتْ مِثْلَ قَوْلِهَا، فَأَجَابَهَا مِثْلَهَا، فَقَالَتْ: ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ، فَقَالَ: «أَنْتِ مِنَ الأَوَّلِينَ». له انس بن مالک څخه روایت دی چې د خپلې ترور ام حرام بنت ملحان څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ ما ته نږدې ویده شو، بیا د مسکا په حال کې راویښ شو، نو ما ورته وویل: څه شي وخندولې؟ هغه وویل: داسې خلک زما له امت څخه ماته وښودلی شول چې پدې دریاب به داسې سپاره تیریږي لکه پادشاهان چې په تختونو وي»، هغې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې زه له هغوی خلکو څخه اوسم، نو دعا یې ورته وکړه، بیا دویم ځل ویده شو، نو د لومړي ځل په څېر یې بیا هماغسي وکړل، نو هغې ورته هم لکه د لومړي ځل په څېر وینا وکړه، نو هغه ورته هم د لومړي ځل په څېر ځواب ورکړ، هغې ورته وویل: له الله تعالی څخه وغواړي چې له هغو خلکو څخه اوسم، نو هغه وویل: "ته د لومړنیو څخه یې". بخاري (2799)، مسلم (1912)، ابو داود (2490)، نسائي (3172) او ابن ماجه (2776) روایت کړی دی.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه اویا زره کسانو تفصیل بیان کړ چې پرته له حسابه به جنت ته ننوځي، عکاشه -رضی الله عنه - ولاړ شو او ویې ویل: «ادْعُ اللهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ». "له الله تعالی - څخه - وغواړه چې ما له دوی څخه وګرځوي". مسلم (218) روایت کړی دی.
او له أنس - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې عمر بن الخطاب - رضي الله عنه دوی به د قحطۍ پر مهال د عباس بن عبد المطلب په وسیله ګرځولو د باران دعا غوښتنه کوله، هغه به وییل: ای الله مونږ به تاته د باران غوښتلو په موخه ستا پیغمبر وسیله کاوه نو تا به راباندې باران وکړ اوس مونږ تاته ستا د پیغمبر تره وسیله کوو(بعم النبی ای بدعاء عم النبی، د هغه په دعا به مونږ باران غوښته)، نو پر مونږ باران وکړه، فرمایي: نو باران به پرې وکړای شو»، بخاري (1010) روایت کړی دی. نو صحابه و - رضي الله عنهم - د باران غوښتلو ( استسقاء ) لپاره د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له وسیله ګرځولو څخه تېر شول ځکه چې هغه وفات شوی و او د هغه پر ځای یې د عباس - رضی الله عنه - په دعا سره توسل وکړ؛ ځکه هغوی پوهېدل چې دا یو روا توسل دی، نو عمر رضي الله عنه له عباس - رضي الله عنه - څخه غواړي تر څو دعا وکړي او د هغه د عا - الله تعالی ته - وسیله کړي، نه دا چې په خپله عباس وسیله وګرځوي؛ ځکه که چېرته موخه دا وه چې عباس - رضي الله عنه - وسیله وګرځوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه د دې کار لپاره لومړیتوب درلود.
او توسل روا ندی مګر په هغه څه سره چې الله روا کړی وي، یقینا د جاهلیت د وخت خلک به الله - تعالی - ته د نږدې کېدو لپاره خپل بتان او باطل معبودان وسیله ګرځول، الله - تعالی - د دوی د ناوړه عمل څخه د خبرولو په موخه فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى} (او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر دوى مونږ الله ته ښه نژدې كړي). [الزمر سورت: 3 آیت].
(كتـاب ما يـضـاد أصل الإيمــان أو يـضـاد كمــاله) کتاب دی په باره د هغه څه کې چې د ایمان د اصل یا بشپړتیا مخالف دي
د کتاب لنډیز
او مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې د ایمان ضد دی: هغه په الله - تعالی - کفر کول دي.
او کفر دوه ډوله دی: لوی او کوچنی، لوی کفر له ملت ( اسلام ) څخه ویستونکی دی او الله تعالی به یې خاوند له عذاب څخه ونه ژغوري؛ نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته، او دا ډول کفر د انسان ټول عملونه بربادوي او کافر تل د ابد لپاره په اور کې دی، خو کوچنی کفر د ایمان د بشپړ ایمان ضد عمل دی.
او مونږ پوهیږو چې لوی کفر ډولونه لري چې الله تعالی ترې خپل کتاب کې خبر ورکړی دی، او یادونه یې کړې ده چې د کافرانو کفر کله د هغوی د انکار له امله وي او کله هم د حق د مخنیوي او تکبر له امله، کله د دروغ ګڼلو له امله. او په ژبه او زړه د دروغ ګڼلو تر منځه هیڅ توپیر نشته، کله هم د دوی کفر د شک او ګمان له امله وي، یعنې دا چې د حق په اړه زړه نازړه وي. او د بیا راپورته کیدو او الله تعالی سره د مخ کېدو په اړه شک کوونکی وي او کله هم بد رد وایي او ملنډي وهي، او کله هم د الله تعالی له حقې لارې څخه مخ اړوي او نور ورڅخه منع کوي او کله هم د دوی کفر له حق سره د کینې له امله وي.
او پدې پوهیږو چې د کفر ځینې ډولونه هغه دي چې د لوی کفر څخه لاندې وي، چې هغې ته تر ټولو کوچنی کفر وایي، او د ایمان د اصل سره تضاد نه لري، خو د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دی، مګر خاوند یې د تل لپاره په اور کې نه پاتې کیږي، او نه یې ټول عملونه بربادیږي، دا کفر ډیر ډولونه لري.
له ډولونو څخه یې: د مسلمان سره جګړه کول، دا هغه کفر دی چې له ملت ( اسلام ) څخه څوک نه باسي او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، ځکه چې الله تعالی په خپل منځ کې سره جګړه کوونکي مؤمنان ورونه وبلل، نو مسلمانان یې ورته وویل پداسې حال کې چې دوی له یو بل سره جنګیږي.
او مونږ پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی باندې د ایمان سره تضاد لري: د لوی الله سره شرک کول دي - حال دا چې دا ډیر لوی ظلم دی - او شرک ټول عملونه باطلوي، او الله مشرک نه بخښي که چيرته له توبې پرته مړ شي، او که مړ شي او توبه ونکړي. نو جنت پرې حرام دی او د هغه ځای دوزخ دی چې د تل لپاره به پکې اوسېږي.
او الله تعالی شرک باطل کړ او په مشرکانو یې د هغوی شرک وغماوه، او - باطلو - معبودانو لره د هغوی د نیولو فساد یې- ښکاره کړ، او دا چې هغه - بتان دوی ته - نه ګټه رسوي او نه تاوان، نو - الله تعالی - کله د دې وضاحت کوي چې دا برخه وال نه اوري او که چېرته واوري نو هغه چاته جواب نه شي ورکولی چې بلنه ورکوي، او کله هم حق ذات بیانوي چې دا برخه وال نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوندي کولو او کله هم حق ذات بیانوي چې دا معبودان - چې له الله پرته یې عبادت کیږي، له هغه چا نه ډیر ناقص او کم دي چې د دوی عبادت کوي (انسانان) ؛ ځکه چې دوی تللای نه شي او نه څوک د سزا ورکو لپاره رانیولی شي؛ نه څه اوري او نه څه ګوري او کله هم الله تعالی د دې معبودانو ناتوانايي او کمزوري ښایي او کله هم پرې الله د فقر او کمښت حکم کوي او دا چې دوی د یوې ذرې په اندازه د څه شي بشپړه واکمني او اختیار نه لري او نه لدې څخه په کوم شي کې برخه لري، او هیڅ شی داسې نشته چې د الله - پاک - سره د هغه په کارونو کې مرسته وکړي او نه د هغه په وړاندې سفارش کولی شي. او کله هم حق او سپېڅلی ذات بیانوي چې د الله تعالی سره د بل معبود شتون عقل نه مني او شتون یې ناشونی او د شریعت له اړخه باطل دی.
او مونږ پوهیږو چې لوی شرک زیات ډولونه لري:
لکه: چې د الله - تعالی - سره د هغه په ربوبیت، ( پالنه او تربیه کول )پیدا کولو، واکمنۍ، رزق ورکولو او چارسمبالوونې کې شریک وګرځول شي او حق ذات دا - خبره - هم بیان کړه چې هغه پاک ذات په پیدا کولو او واکمنۍ کې یوازې دی.
او د - شرک له ډولونو - څخه دا هم دي : چې بنده الله تعالی ته د زوی درلودلو نسبت وکړي، چې - په حقیقت کې - الله رب العزت ډیر لوړ دی لدې کارونو څخه.
او د - شرک له ډولونو څخه - په ستورو باور لرل او د هغوی عبادت کول دي، او له جملې څخه - دا هم - چې په ستورو باندې باران وغوښتل شي او دا باور لرل چې رزق راجلبوي.
او د - شرک له ډولونو څخه - دا دي چې د الله - تعالی - سره د هغه په نومونو او صفتونو کې شریک وګرځول شي، لکه د هغه چا په شان چې ګمان کوي یو څوک له الله پرته په غیبو پوهیږي. او هغه چاته سخت ګواښ شوی چې خپل ځان او یا بل څوک د الله - تعالی - له نومونو څخه په داسې یو نوم ونوموي چې له الله پرته بل چا سره نه ښایي لکه «الله» او «الرحمن».
او د - شرک له ډولونو دا باور لرل دي چې له مخلوقاتو څخه یو څوک په الهي کمال سره یادول کیږي، او یا دا چې یو څوک په هر څه قادر دی، څنګه داسې کیدی شي؟ - حال دا چې - الله تعالی د بنده ګانو او له هغه پرته د عبادت کونکو بشپړه نیمګړتیا څرګنده کړې ده.
او د شرک له ډلونو څخه د الله تعالی سره نور معبودان ګرځول دي.
او لدې څخه دا دي چې ټول او یا یوه برخه د عبادت له الله تعالی پرته بل چاته وشي.
او لدې څخه: له الله پرته بل چا ته د نږدې کېدو په موخه ذبح کول، لکه هغه څوک چې بتانو ته قرباني کوي او يا یې مړي ته د نږدې کېدو لپاره کوي.
او لدې څخه: له الله پرته بل چا ته نذر وړاندې کول، حال دا چې نذر د الله تعالی عبادت دی او له الله پرته یې بل چا ته کول ناروا دي؛ لدې امله، الله تعالی د هغه مؤمنانو ستاینه کړې ده چې په نذر وفا کوي.
او لدې څخه: له الله پرته په بل چا پناه غوښتل.
او د شرک له ډولونو څخه له الله - تعالی - پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل دي په هغه څه کې چې له الله تعالی پرته یې بل څوک نه شي کولی، او یا له الله پرته بل څوک رابلل.
او د شرک له ډولونو څخه : له الله پرته د بل چا پیروي کول دي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه کړې ده چې اهل کتابو خپل عالمان او پیران له الله پرته مالکان د حل او د حرمت نیولي وو چې ځیني شیان ورته روا کوي او هغه څه پرې حراموي چې الله تعالی حلال کړي دي.
او د شرک له ډولونو څخه په لمانځه، رکوع، سجده او طواف کې شرک کول دي؛ داسې چې د دې عبادتونو کول له الله پرته بل چا ته روا ندي، او الله تعالی خپل خلیل - علیه السلام - ته امر کړی دی چې کور یې - بیت الله - طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه هم کړې ده چې د هغه له عبادت څخه سرغړونه نه کوي مګر کبرجن خلک او الله - تعالی - یادونه وکړه چې ټول مخلوقات الله تعالی ته سجده کوي.
او د شرک له ډولونو څخه په هغه څه پریکړه کول دي چې الله تعالی نه وي نازل کړی، همدا رنګه له الله پرته بل چاته پریکړه وړل لکه څرنګه به چې اهل کتابو او نورو کول؛ چې الله تعالی لره یې شریکان ګرځولي وو، قوانین به یې ورته جوړول، چې - د دوی دا کار به - کله کفر و ، کله ظلم او کله هم بې لارېتوب و.
او د شرک له ډولونو څخه د محبت شرک دی، چې یو سړی چا سره داسې مینه ولري چې عاجزي، تعظیم او خضوع ورسره وي.
او د شرک له ډولونو څخه؛ د ویرې او ډار شرک دی، چې له مخلوق څخه داسې ویره ولري چې خضوع، عاجزي او تعظیم ورسره وي، لکه داسې ویره ورڅخه ولري چې کوم مصیبت به پرې نازل کړي او یا به ترې کومه ښېګڼه منع کړي او یا دا چې د هغه له خاطره واجب پریږدي، او یا هغه ته د نږدې کېدو په خاطره حرام کار تر سره کړي او حق ذات - جل جلاله - بیان کړه چې د هغه اولیاء له الله پاک پرته له بل چا څخه نه ویریږي.
او د شرک له ډولونو څخه د امید ساتلو شرک دی، لکه څوک چې له ژوندي مخلوق څخه چې حاضر وي او یا غائب د داسې یو څخه امید وساتي چې له الله پرته پرې بل څوک قادر نه وي او یا دا چې له مړو څخه د ستونزو د لرې کولو او د حاجتونو د رفع کولو او د قیامت په ورځ د سفارش کولو امید ولري.
او د شرک له ډولونو څخه: سحر دی.
او ورڅخه فال لیدنه او د غیبو وینا ده، ځکه چې څوک یې دعوه کوي هغه په غیبو د پوهیدو دعوه کوي.
او مونږ پدې پوهیږو چې د شرک له ډولونو څخه یو کوچنی شرک دی چې له دین څخه پرې څوک نه وځي، او د ایمان له اصل سره په ټکر کې ندی، بلکه د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دی او خاوند یې په اور کې د تل لپاره نه پاتې کیږي، او نه هم ټول عملونه بربادوي، دا - شرک - ډیر ډولونه لري.
او لدې څخه په یو څه باندې (طیرة: شوم سپیروالي ته وایې) بد فالي نیول دي او تعریف یې داسې دی - لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي - هغه څه چې له امله یې ته یو کار مخته بوځې او یا ترې منع شې(۱).
او لدې څخه د بندونو تړل دي.
او لدې څخه لږه ځان ښودنه (ریا) ده، خو هغه څوک چې زړه یې له ځان ښودنې ( ریا کارۍ ) څخه ډک وي او داسې شي چې له نیت،ایمان او ویرې پرته نیک کارونه کوي، نو دا سوچه منافق دی او عمل یې برباد او پرې مردود دی او ورڅخه نه منل کیږي، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پټ شرک بللی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم - دا خبره - بیان کړې ده چې ریا ډیره پټه ده او دا چې هغه - صلی الله علیه وسلم - به له ریا څخه په خپل امت له دجال څخه زیات ویرېده.
او د شرک له ډولونو څخه یو دا دی چې انسان په خپل عمل(عمل صالح) سره د دنیا اراده وکړي او دا شرک د انسان په زړه کې حالت ته په لیدو کله لوی او کله کوچنی ګرځي.
او لدې څخه تنجیم ( ستور پېژندنه ده ) په ستورو کې له غیبو وینا کول، او د ستورو پوهنه د انسان زړه ته په لیدو کله لوی او کله کوچنی شرک ګرځي.
او لدې څخه د یو سړي وینا چې: هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې او یا دې ته ورته الفاظ.
او لدې څخه: له الله پرته په بل چا قسم خوړل.
او مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی له ایمان سره ټکر لري هغه نفاق دی کوم چې د اسلام ښکاره کول او د کفر پټول دي او - دوه ډوله دی ـ لوی او کوچنی او نفاق کفر دی، چې په الله کفر وکړي او له هغه پرته د بل چا عبادت وکړي او په ډاګه اسلام ښکاره کوي، لکه د هغه منافقانو په څېر چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په زمانه کې وو، او لوی نفاق له اسلام څخه ویستونکی دی او مونږ د الله تعالی په ګواهۍ سره ګواهي ورکوو چې منافقان د ایمان راوړلو په دعوه کې دروغجن دي.
او له منافق انسان څخه به الله تعالی هیڅ څیز قبول نه کړي تر څو یې له عذاب څخه وژغوري، نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته -او منافق انسان که چېرته په نفاق باندې مړ شو- نو ورتګ یې اور ته دی چې تل به پکې وي.
او مونږ پوهیږو چې لوی نفاق هغه دی چې خاوند یې له حق سره کینه لري او بد یې ګڼي، او د اسلام او مسلمانانو په ماتې خوړلو خوشحالیږي او کله چې د اسلام بریا وګوري افسوس او واویلا کوي، او کله هم له ایمان څخه وروسته کفر وي، او حق ته له فیصلې وړلو مخ اړوونکی وي، او په الله تعالی بد ګمانه وي چې هغه به د خپل نبي صلی الله علیه وسلم او د هغه د دین مرسته ونه کړي او د حق او حقپرستو پورې ملنډي وهي، کنځلې او تمسخر پرې کوي، - او مسلمانانو پسې اشاره کوونکی وی - او له مؤمنانو سره دوکه کوي او په خپلو عملونو سره ځان ښودنه کوي.
او الله تعالی خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او مؤمنانو ته امر كړی دی چې له منافقانو سره وجنګېږي.
او مونږ پوهیږو چې کوچنی نفاق له اسلام څخه خارجوونکی ندی او نه عمل بربادوي، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او نه د ایمان د اصل سره په ټکر کې دی، خو د - ایمان - له بشپړتیا سره په ټکر کې دی. نفاق څلور نخښې لري - دا نخښې - چې په چا کې وي هغه منافق دی او که لدې څلورو خویونو څخه یو په چا کې وي نو په هغه کې به د نفاق یو خوی وي تر څو یې چې پریښي نه وي: کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې وعده وکړي؛ وعده خلافي کوي، کله چې تړون وکړي خیانت کوي او کله چې جنګ وکړي نو سپکې سپورې وایي.
او بدعت ټوله ګمراهي ده.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی مونږ ته دین پوره کړی دی او پر مونږ یې نعمت بشپړ کړی دی. او هغه څه چې د ایمان د کمال سره تضاد لري هغه په دین کې بدعت دی، او مونږ پوهیږو چې الله تعالی له ځانځانۍ او مخالفت څخه منع فرمایلې ده.
او مونږ پوهیږو چې د قبرونو تعظیم او له پاسه پرې ودانۍ جوړول له بدعتونو څخه دي، او کله هم دا عمل شرک ته رسیږي، او له بدعت څخه پدې هېله د نیکانو انځورول دي چې له مرګ نه وروسته یې ورپسې اقتدا وکړي.
او مونږ پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه یو بدعي جشنونه جوړول او یا له کفارو سره د هغوی په اخترونو کې ګډون کول دي.
او پدې پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه: له هغه شي څخه د برکت تمه لرل دي چې الله تعالی د برکت لپاره سبب نه وي ګرځولی، او دا -کار- کله د شرک لپاره وسیله هم ګرځي.
(بــاب الكفر بالله) په الله تعالی د کفر کولو په اړه باب
پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی له ایمان سره په ټکر کې دي هغه په الله تعالی باندې کفر کول دي او هغه کوچنی او لوی کفر دی، کوم چې لوی کفر دی نو هغه د ایمان له اصل سره په ټکر کې دی او کوچنی کفر یې له بشپړوالی سره په ټکر کې دی، لوی کفر له ملت ( دین ) څخه خارجوونکی دی او الله تعالی یې خاوند نه په عوض سره بخښي او نه له عوض پرته، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين} (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى) [آل عمران سورت: 85 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَمَاتُواْ وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الأرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَى بِهِ أُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِين} (بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، نو كله به هم قبول نه كړى شي د هغوى له هېڅ یو تن نه ډكه ځمكه سره زر اګر كه هغه يې د ځان خلاصي په بدل كې وركړي، دغه كسان، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى او د دوى لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي) [آل عمران سورت: 91 آیت]، او حق ذات فرمایلي دي: {وَاتَّقُواْ يَوْماً لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُون} (او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سپارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي). [البقرة سورت: 48 آیت]. او کفر د ټولو عملونو بربادوونکی دی، حق ذات فرمایلي دي: { وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين} (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي). [المائدة سورت: 5 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه - د الله تعالی د دې - قول په اړه راغلي دي { وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ} (او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو)، فرمایي: «الله تعالی خبر ورکړی دی چې ایمان ټینګه رسۍ ده او دا چې هغه هیڅ عمل نه قبلوي مګر پدې سره، او جنت نه حراموي مګر په هغه چا چې دا یې پریښی دی». طبري تفسیر (3/113) او (9/593). ابن أبي حاتم په التفسير کې روایت کړی دی (1307)، خو د الله تعالی د دې وینا په تفسیر کې چې فرمایلي دي: {فَإِنْ آمَنُواْ بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ }.
او کافر به تل د ابد لپاره په اور کې وي، الله تعالی فرمايلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقا * إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا} (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي، مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى). [النساء سورت: 168، 169 آیتونه].
او لوی کفر ډولونه لري چې الله تعالی ترې په خپل کتاب کې خبر ورکړی دی، او لدې - خبرې - څخه یې یادونه کړې ده چې د کافرانو کفر کله د ضد له امله وي، الله تعالی فرمایلي دي: {قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُون} (بېشكه مونږ پوهېږو چې یقینًا حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجنوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دروغجن نه ګڼي او لېكن دغه ظالمان د الله له آیتونو نه انكار كوي). [الأنعام سورت: 33 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ كُلُّ خَتَّارٍ كَفُور} (او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي) [لقمان سورت: 32 آیت]، او الله تعالی فرمایلي : {وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِين} (او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و). [النمل سورت: 14 آیت].
او کله هم د منلو او له حق څخه د سرغړونې له امله وي، الله تعالی د ابلیس په اړه فرمایلي دي چې د کافرانو امام دی: {وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِين} (او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه لیکن ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه) [البقرة سورت: 34 آیت]. او نوح فرمایلي دي: {وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا} (او بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي). [نوح سورت: 7 آیت].
او کله هم کفر د دروغ ګڼلو له امله وي، لکه څرنګه چې الله تعالی د مخکنیو امتونو په اړه فرمایلي دي: {كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَاب [حال د دوی په شان د حال د فرعونیانو دی او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى] [آل عمران سورت: 11 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {بَلِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُكَذِّبُون} (بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي) [الانشقاق سورت: 22 آیت]. او توپیر نه کوي که دا دروغ ګڼل په ژبه وي او یا په زړه سره، حق ذات د منافقانو په اړه فرمایلي دي: {أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلاَ نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} (آیا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي) [الحشر سورت: 11 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُون} [(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي] [المنافقون سورت: 1 آیت].
او کله هم کفر د شک او ګمان کولو له امله وي، چې هغه د حق په اړه زړه نازړه وي، په بیا راژوندي کېدو کې او الله تعالی سره په ملاقات کولو کې شکمن وي، الله تعالی د باغ له خاوند څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې هغه وویل: {وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَى رَبِّي لأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا} (او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم) [الكهف سورت: 36 آیت]، چې هغه ته یې خپل مؤمن ملګري وویل: أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلاً} (ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې) [الكهف سورت: 37 آیت].
او کله هم کفر د سپکو سپورو او ملنډي وهلو له امله وي، لکه څرنګه چې الله تعالی له کافرانو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون} (او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله) [الأنعام سورت: 10 آیت]، او الله تعالی د نوح علیه السلام د قوم او د هغوی د ملنډو وهلو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُون} (او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قوم څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ) [هود سورت: 38 آیت].
او کله هم کفر د الله تعالی - له لارې - څخه د مخ اړولو او د نورو د مخنیوي کولو له امله وي، الله تعالی د کافرانو له مخ اړولو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُون} (ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي) [الأنبياء سورت: 24 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند چې د نیکو نومونو لرونکی دی فرمایلي دي: {مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُون} (مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي) [الأحقاف سورت: 3 آیت].
او کله هم کفر حق سره د کینې درلودلو له امله وي، الله تعالی فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم} (دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل) [محمد سورت: 9 آیت].
او پدې پوهیږو چې د کفر له ډولونو څخه یو له لوی کفر نه په ټېټه مرتبه کې کفر دی، چې هغه کوچنی کفر دی او د ایمان له اصل سره په ټکر کې ندی، خو د بشپړتیا سره يې په ټکر کې دي، او خاوند یې په اور کې د تل لپاره نه پاتې کیږي، او ټول عملونه هم نه بربادوي، چې دا کفر ډیر ډولونه لري:
لدې څخه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «سِبَابُ المسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ»، "مسلمان ته کنځلې کول فسق(نافرماني) دی او ورسره جنګ کول کفر دی". بخاري (48)، مسلم (64)، ترمذي (1983)، نسائي (4108)، او ابن ماجه (69) روایت کړی دی. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: «دوه ډوله خلک دي چې د کفر نښانې پکې دي: د چا په نسب کې خبرې کول، او مړي ویر کول». مسلم (67) روايت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا، يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ». «زما څخه وروسته کافران مه ګرځئ، چې یو د بل څټونه وهئ». بخاري (121)، مسلم (65)، نسائي (4131)، او ابن ماجه (3942) روایت کړی دی.
نو دا کفر له دین څخه ویستونکی ندی، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي؛ ځکه چې الله تعالی په خپل منځ کې جګړه کوونکي مؤمنان سره ورونه بللي دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا} (او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ)، [الحجرات سورت: 9 آیت]، نو مؤمنان یې ورته وویل پداسې حال کې چې دوی سره جنګیږي، او د اهل سنتو امام؛ امام احمد رحمه الله چې کله لدې حدیثونو څخه یو شمېر حدیثونه او دې ته ورته حدیثونه یې ذکر کړل وفرمایل: « او دا حدیثونه چې «ثلاث من كن فيه فهو منافق» یعنې درې نخښې دي چې په چا کې وي هغه منافق دی، په کوم شدت سره چې راغلي دي، همداسې یې روایتوو، او نه یې تفسیروو... او داسې نور حدیثونه هم - پدې شرط - چې صحیح ثابت شوي او حفظ شوي وي نو مونږ ورته غاړه ږدو، که څه هم چې تفسیر یې معلوم نه وي او پدې کې خبرې نه کیږي، او نه یې په اړه له چا سره جګړه کیږي او دا حدیثونه نه تفسیر کیږي مګر په هغه ډول چې راغلي دي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (1/ 182).
(بــاب الشرك بالله) باب دی په بیان د شرک کې د الله تعالی سره.
مونږ پدې پوهیږو چې هغه څه چې په الله تعالی باندې د ایمان سره ټکر لري هغه: د لوی الله سره شرک کول دي او دا لوی او وړوکی دی او دا چې لوی شرک د ایمان د اصل سره په ټکر کې دی او کوچنی یې د ایمان له کمال سره په ټکر کې دی،او لوی شرک تر ټولو لوی ظلم دی، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيم} (او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى) [لقمان سورت: 13 آیت]. او لوی شرک ټولو عملونه بربادوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين} (او یقینًا یقینًا تا ته وحې كړاى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې) [الزمر سورت: 65 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {ذَلِكَ هُدَى اللّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَلَوْ أَشْرَكُواْ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَعْمَلُون} (دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې هغوى شرك كړى و (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول). [الأنعام سورت: 88 آیت].
او د لوی شرک خاوند ته الله تعالی بخښنه نه کوي کله چې پرې مړ شي او توبه یې ترې نه وي ویستلي، الله تعالی فرمایلي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشکه الله تعالی نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې یې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله) [النساء سورت: 48 آیت]. او مشرک که چېرته مړ شو او توبه یې نه وه ویستلې نو جنت پرې حرام دی او جهنم یې استوګنځای دی چې تل به پکې وي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ} (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى). [المائدة سورت: 72 آیت].
او له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی، نو ویې وییل: ای د الله سوله! دوه هغه کوم څېزونه دي چې جنت او یا دوزخ ته ننوتل واجبوي؟ هغه وفرمایل: «مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ». "څوک چې په داسې حالت کې مړ شو چې له الله سره یې شرک نه وي کړی، هغه به جنت ته ننوځي او څوک چې په داسې حالت کې مړ شو چې له الله سره یې شرک کړی وي، هغه به دوزخ ته ننوځي". مسلم روایت کړی دی (93).
او الله تعالی شرک باطل کړ او په مشرکانو یې د هغوی شرک وغماوه، او - باطلو - معیوداانو لره د هغوی د نیولو فساد یې- ښکاره کړ، او دا چې هغه - بتان دوی ته - نه ګټه رسوي او نه تاوان، نو - الله تعالی - کله د دې وضاحت کوي چې دا برخه وال نه اوري او که چېرته واوري نو هغه چاته جواب نه شي ورکولی چې بلنه ورکوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِير * (او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي. إِن تَدْعُوهُمْ لاَ يَسْمَعُوا دُعَاءكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ} كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 13، 14 آیتونه]. نو حق ذات بیان کړه چې دوی هیڅ هم نه لري، او د هغه چا نه اوري چې رابلي یې او د قیامت په ورځ به هغوی د دوی په شرک باندې کافر وي.
او کله بیانوي چې دا برخه وال نه ګټه رسولی شي او نه تاوان او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا} (او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا کړای شوي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو) [الفرقان سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُون * (هغه وویل: آیا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟. أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّون} یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟) [الشعراء سورت: 72، 73 آیتونه].
او کله بیانوي چې دا معبودان چې له الله پرته یې عبادت کیږي له هغه چا څخه زیات ناقص دی چې د دوی عبادت کوي، ځکه دوی تګ نه شي کولای او نه د چا د رانیولو ځواک لري، نه اوري او نه ګوري، نو "دا د دې ټولو شیانو څخه خالي دی چې د ګټې ترلاسه کولو او د ضرر د مخنیوي لامل کیږي". الطبري تفسیر (13/322). الله - تعالی - فرمایلي: [أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُون] (آیا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ). [الأعراف سورت: 195 آیت].
او کله هم الله تعالی د دې معبودانو عاجزي او کمزوري بیانوي، حق ذات فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لاَّ يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوب} [ای خلکو! یو مثال بیانولی شي، نو تاسو دې ته ښه غوږ کېږدئ، بېشکه هغه شیان چې تاسو یې له الله تعالی نه غیر بلئ دوی له سره یو مچ هم نشي پيدا کولی اګر که دوی ده ته ټول راجمع شي او که مچ له دوی نه یو شی وتښتوي، دوی له هغه نه دغه شي نشي راخلاصولی، کمزوری دی دا طالب (د غیر الله عبادت کوونکی) او دغه مطلوب (باطل معبود)] [الحج سورت: 73 آیت]، او الله تعالی فرمایلي : [وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُون] (او هغه خلک چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي). [الأعراف سورت: 197 آیت].
او کله هم الله تعالی پرې د فقر او کمښت پریکړه کوي او دا چې هغه په آسمانونو او ځمکه کې د یوې ذرې په اندازه بشپړ واک نه لري او نه لدې څخه په کوم شي کې د برخې واک لري او نشته دغه الله تعالی ته له دوی څخه هیڅ مرستندوی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لاَ يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِير* (ته (دې مشرکانو ته) ووایه: تاسو هغه معبودان وبولئ چې تاسو هغه له الله تعالی نه غیر معبودان ګڼلي دي، دوی د یوې ذرې اندازه واک نه لري په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې او د دوی لپاره په دغو دواړو کې هېڅ برخه (شرکت) نشته، او نشته دغه الله تعالی ته له دوی نه هېڅ مرستندوی. وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ} او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي) [سبا سورت: 22، 23 آیتونه].
او کله حق ذات بیانوي چې الله تعالی سره د نورو معبودانو شتون عقل نه مني، او شتون یې په کائناتو کې ناشونی او د شریعت له نظره باطل کار دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او د لوی شان، شوکت او سلطنت خاوند فرمایلي دي: {قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلا} (ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى يې وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لار لټولې وى). [الإسـراء سورت: 42 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون} (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي) [المؤمنون سورت: 91 آیت].
او مونږ پوهیږو چې لوی شرک زیات ډولونه لري:
له ډولونو څخه یې دا دي چې د الله - تعالی - سره د هغه په ربوبیت، ( د مخلوقاتو په ) پیدا کولو، واکمنۍ، رزق ورکولو او چارسمبالوونې کې شریک وګرځول شي، حق ذات د هغوی له شرک څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {أَمْ جَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء خَلَقُواْ كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّار} (ایا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى) [الرعد سورت : 16 آیت]، او الله تعالی په هغه چا باندې د رد په موخه فرمایلي دي چې له مخلوقاتو یې ورسره شریک ګرځولی دی، حال دا چې هغه شی په خپله مخلوق دی او پیدا کول نه شي کولای: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]، او حق ذات بیان کړه چې هم هغه الله په پیدا کولو او واکمنۍ کې یوازې دی، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی). [الأعراف سورت: 54 آیت].
او له ډولونو څخه یې دا دي چې الله تعالی ته زوی وګرځول شي - ډیر لوړ او لوی دی الله تعالی په لوړوالی سره لدې خبرو څخه - الله تعالی فرمایلي دي: {وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون} (او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!) [التوبة سورت: 30 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُواْ لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُون} (او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې الله دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې له ځانه، د هغهٔ لپاره زامن او لوڼه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي) [الأنعام سورت: 100 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: {وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِين* (او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى. أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِين} ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ). [الزخرف سورت: 15، 16 آیتونه].
او له ډولونو څخه یې په ستورو باور درلودل او عبادت کول دي: الله تعالی له ابراهیم الخلیل - علیه السلام - څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي چې د خپل قوم سره یې د ستورو په اړه استدلال وکړ: {وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِين * (او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو ځنې شي. فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَـذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لا أُحِبُّ الآفِلِين * بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم. فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَـذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لأكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّين * بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (،نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو ځنې شم. فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَـذَا رَبِّي هَـذَآ أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون * نو كله چې هغه، لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ دا خو تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل:اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ. إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِين * بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه. وَحَآجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلاَ أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلاَّ أَن يَشَاء رَبِّي شَيْئًا وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا أَفَلاَ تَتَذَكَّرُون * او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل:ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغهٔ ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له الله سره شريكوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، نو ولې تاسو نصیحت نه منئ!. وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلاَ تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون} او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ) [الأنعام سورت: 75-81 آیتونه].
او لدې څخه په ستورو باران غوښتل دي او دا عقیده ساتل چې دا رزق راجلبوي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). [الواقعة سورت: 82 آیت]. له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی، چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په وخت کې په خلکو باران وشو، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَصْبَحَ مِنَ النَّاسِ شَاكِرٌ، وَمِنْهُمْ كَافِرٌ، قَالُوا: هَذِهِ رحمة الله، وَقَالَ بَعْضُهُمْ: لَقَدْ صَدَقَ نَوْءُ كَذَا وَكَذَا». قَالَ: فَنَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ: {فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} [الواقعة: 75]، حَتَّى بَلَغَ: {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة: 82]. «ځینو خلکو سهار کړ پداسې حال کې چې شکر ویستونکي وو او ځینې له دوی نه کافر وو» هغوی - شکر ویستونکو- وویل: دا د الله رحمت دی، او ځینو نورو وویل: یقینا فلانی او فلانی ستوری حق و - یعنې د فلاني او فلاني ستوري په ښکاره کېدو سره پر مونږ باران وشو - وایې: نو دا آیت نازل شو:{فَلاَ أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُوم} (نو زه د ستورو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم) [الواقعه سورت: 75 آیت] تر دې چې دې ځای ته ورسیده . {وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُون} [الواقعة سورت: 82 آیت]». (او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ). مسلم (73)، او طبري په التفسير کې روایت کړی دی (23/154).
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَرْبَعٌ فِي أُمَّتِي مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ، لَا يَتْرُكُونَهُنَّ: الْفَخْرُ فِي الْأَحْسَابِ، وَالطَّعْنُ فِي الْأَنْسَابِ، وَالْاسْتِسْقَاءُ بِالنُّجُومِ، وَالنِّيَاحَةُ». «زما په امت کې څلور کارونه د جاهلیت دي، چې دوی یې نه پریږدي: په اصل باندې ویاړ کول، په نسب کې خبرې کول، په ستورو سره باران غوښتل او په مړي په لوړ غږ ژړا کول». مسلم (934)، او ابن ماجه (1581) روایت کړی دی.
وعن زيد بن خالد الجهني رضي الله عنه أنه قال: صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنَ اللَّيْلَةِ، فَلَمَّا انْصَرَفَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ؟» قَالُوا: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: او له زید بن خالد الجهني - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه فرمایلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په حدیبیه کې د باران له وریدو وروسته چې د شپې شوی و لمونځ راکړ، نو کله یې چې لمونځ وګرځاوه خلکو ته یې مخ وګرځاوه، ویې فرمایل: آیا تاسو پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ، فَأَمَّا مَنْ قَالَ: مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللَّهِ وَرَحْمَتِهِ، فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ بِالكَوْكَبِ، وَأَمَّا مَنْ قَالَ: بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا، فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي وَمُؤْمِنٌ بِالكَوْكَبِ». «زما له بنده ګانو څخه ځینو پداسې حالت کې سبا کړ چې پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور کفر کوونکي وو، نو څوک چې ووایي د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما مؤمن او په ستورو کافر شو او څوک چې ووایی، د فلاني ستوري - په راختو سره - پر مونږ باران وشو، نو دا انسان پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی شو». بخاري (846)، مسلم (71)، أبو داود (3906) او نسائي (1525) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه یې دا دی چې له الله سره د هغه په نومونو او صفتونو کې شریک وګرځول شي، لکه څوک چې دا ګمان وکړي چې له الله پرته څوک په غیبو پوهیږي، حال دا چې الله تعالی نبي -صلی الله علیه وسلم - ته امر کړی دی چې ووایي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُون} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پَيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي کیږي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ!) [الأنعام سورت: 50 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ} (بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى) [يونس سورت: 20 آیت]. وعن أبي هريرة رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا -قَالَ مُوسَى فِي حَدِيثِهِ - فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ - ثُمَّ اتَّفَقَا- أَوْ أَتَى امْرَأَةً - قَالَ مُسَدَّدٌ: امْرَأَتَهُ - حَائِضًا، أَوْ أَتَى امْرَأَةً - قَالَ مُسَدَّدٌ: امْرَأَتَهُ - فِي دُبُرِهَا، فَقَدْ بَرِئَ مِمَّا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ»، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: څوک چې کوډګر ته ورغی - موسی په خپل حدیث کې فرمایلي دي - او هغه یې د هغه په وینا کې ریښتینی وګاڼه - بیا دواړه سره لدې وروسته موافق دي - او یا یې ښځې ته راتګ وکړ- مسدد ویلي دي- د حیض په حالت کې، او یا یې ښځې ته راتګ وکړ - مسدد ویلي دي - د شا لخوا نه - نو له هغه څه څخه بې زاره شو چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي»، أبو داود (3904)، ترمذي (135)، ابن ماجه (639)، فضل بن دكين په الصلاة کې (15)، إسحاق بن راهويه (482)، او أحمد (9536). روایت کړی دی. او هغه چاته سخت ګواښ شوی چې خپل ځان او یا بل څوک د الله - تعالی - له نومونو څخه په داسې یو نوم ونوموي چې له الله پرته بل چا سره نه ښایي لکه «الله» او «الرحمن» او الله تعالی فرمایلي دي: {وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُون} (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول). [الأعراف سورت: 180 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى} (الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي). [طه سورت: 8 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «أَخْنَى الأَسْمَاءِ يَوْمَ القِيَامَةِ عِنْدَ اللَّهِ رَجُلٌ تَسَمَّى مَلِكَ الأَمْلَاكِ». "د قیامت په ورځ به د الله تعالی پر وړاندی تر ټولو ناوړه نوم د هغه چا وي چې نوم یې ملک الاملاک وي". بخاري (6205)، مسلم (2143)، أبو داود (4961)، او ترمذي (2837) روایت کړی دی.
أبو عبید رحمه الله فرمایلي دي: «او سفيان بن عیینه به «ملك الأملاك» داسې ژباړه، وایي: دا د هغوی د دې وینا په څېر دی لکه: شاهان شاه : یعنې د پادشاهانو پادشاه. او له سفیان پرته نورو ویلي: بلکه هغه داسې ده لکه یو سړی چې ځان د الله تعالی په نومونو ونوموي لکه: الرحمن، الجبار، العزیز. وایې: نو الله دی چې د بادشاهانو بادشاه دی، روا ندي چې پدې نوم سره له هغه پرته بل څوک ونومول شي». غريب الحديث، د القاسم بن سلام (2/ 18).
او له ډولونو څخه یې: دا باور لرل چې له مخلوقاتو څخه یو په الهی کمال سره یاد شو، یا دا چې هغه په ټولو شیانو ځواکمن دی، حق ذات فرمایلي دي: {وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَد} (او نه ورله څوک سیال او برابر شته) [الإخلاص سورت: 4 آیت]، او الله پاک فرمایلي: {رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا} [(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!] [مريم سورت: 65 آیت]، او الله تعالی له خپل بشپړ ځواک څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى) [البقرة سورت : 148 آیت]، او الله رب العزت فرمایلي: (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى) [فاطر سورت: 44 آیت]. او هغه پاک ذات له هغه پرته د نورو معبودانو بشپړه عاجزي ښکاره کړه، د لوی شان او سلطنت خاوند فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لاَّ يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوب} [ای خلکو! یو مثال بیان شوی دی، نو تاسو دې ته ښه غوږ کېږدئ، بېشکه هغه شیان چې تاسو یې له الله تعالی نه غیر بلئ دوی له سره یو مچ هم نشي پيدا کولی اګر که دوی ده ته ټول راټول شي او که مچ له دوی نه یو شی وتښتوي، دوی له هغه نه دغه شی نشي راخلاصولی، کمزوری دی دا طالب (د غیر الله عبادت کوونکی) او دغه مطلوب (باطل معبود) [الحج سورت: 73 آیت].
او له ډولونو څخه یې دا دي چې له الله سره نور معبودان وګرځول شي، لکه څرنګه چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د قوم په اړه فرمایلي دي چې دوی له الله پرته نور معبودان نیولي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان، معبودان نیسي، يقينًا زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم) [الأنعام سورت: 74 آیت]، او حق ذات د کهف له خاوندانو څخه خبر ورکړ چې هغوی له خپل قوم څخه جلا شول، ځکه چې هغوی له الله تعالی پرته نور معبودان نیولي وو، الله تعالی فرمایلي دي: {هَؤُلاَء قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّوْلاَ يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا} (زمونږ دغې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان نيولي دي، دوى پر (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!) [الكهف سورت: 15 آیت]، الله پاک د موسی - علیه السلام - د قوم په اړه فرمایلي دي چې دوی له موسی - علیه السلام - څخه وغوښتل چې دوی ته یو معبود وټاکي لکه څنګه چې مشرکان معبودان لري: {وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَآئِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُون * (او مونږه بني اسرائیل پر سمندر پورې اېستل، نو دوى پر داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو پر عبادت قايم وو، بني اسرائیلو وویل: اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ) إِنَّ هَـؤُلاء مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُواْ يَعْمَلُون} (بېشكه دا خلک (چې دي) تباه ده هغه (تګلاره) چې دوى په هغې كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي) [الأعراف سورت : 138، 139 آیتونه]، او الله - تعالی - له هغه پرته د هر معبود د عبادت د باطلولو په موخه فرمایلي دي: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون}. (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وي نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت : 91 آیت].
او له ډولونوڅخه یې : له الله پرته بل لورې ته د ټول عبادت یا د یوې برخې اړول دي، الله تعالی د مشرکانو د حالت د بیانولو په اړه فرمايلي: {وَجَعَلُواْ لِلّهِ مِمِّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُواْ هَـذَا لِلّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـذَا لِشُرَكَآئِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلاَ يَصِلُ إِلَى اللّهِ وَمَا كَانَ لِلّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَآئِهِمْ سَاء مَا يَحْكُمُون} (او دغو د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه خو الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي) [الأنعام سورت : 136 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم». مسلم (2985) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه له الله تعالی پرته بل چاته د نږدې والي په موخه حلاله کول دي، لکه څوک چې بتانو او یا مړو ته د نږدې والي په موخه ذبح کوي، الله تعالی د دې خبرې د ښکاره کولو په موخه فرمایلي دي چې حلاله بل چاته نه کیږي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي) [الأنعام سورت: 162 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالْدَّمَ وَلَحْمَ الْخَنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيم} (همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي ، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [النحل سورت: 115 آیت]. او له أبو الطفیل څخه روایت دی وایې: علي بن أبي طالب - رضي الله عنه - ته مو وویل: مونږ ته د داسې یو څه په اړه خبر راکړه چې رسول لله - صلی الله علیه وسلم تاته پټ ویلي وي: نو هغه وویل: ما ته یې داسې هیڅ ندي ویلي چې د خلکو څخه یې پټ کړي وي، مګر ورڅخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: د الله لعنت دې وي په هغه چا چې له الله پرته بل چا ته ذبح کوي»؛ مسلم (1978)، او نسائي (4422) روایت کړی دی. او ځکه چې دا یوه ډیره لویه چاره ده، پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په هغه ځای کې له حلالې څخه منع کړې ده چېرته چې له الله پرته بل چاته ذبح کیږي. فعن ثابت بن الضحاك رضي الله عنه قال: «نَذَرَ رَجُلٌ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَنْحَرَ إِبِلًا بِبُوَانَةَ -هي هضبة من وراء ينبع قريبة من ساحل البحر- فَأَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: إِنِّي نَذَرْتُ أَنْ أَنْحَرَ إِبِلًا بِبُوَانَةَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «هَلْ كَانَ فِيهَا وَثَنٌ مِنْ أَوْثَانِ الْجَاهِلِيَّةِ يُعْبَدُ؟» قَالُوا: لَا، قَالَ: «هَلْ كَانَ فِيهَا عِيدٌ مِنْ أَعْيَادِهِمْ؟»، قَالُوا: لَا، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «أَوْفِ بِنَذْرِكَ؛ فَإِنَّهُ لَا وَفَاءَ لِنَذْرٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ، وَلَا فِيمَا لَا يَمْلِكُ ابْنُ آدَمَ». له ثابت بن ضحاک - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې نذر ومنوده چې په بوانه کې به اوښ حلالوي- دا د ینبع شاته یوه غونډۍ ده چې د دریاب ساحل ته نږدې ده - نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: ما نذر منلی دی چې په بوانه کې یو اوښ حلال کړم ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: آیا هلته د جاهلیت له بتانو څخه کوم بت و چې عبادت یې کېده؟ هغوی وویل: نه، ویې فرمایل: آیا د هغوی له اخترونو څخه پکې کوم اختر و؟ هغوی وویل: نه، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: په نذر دې وفا وکړه، یقینا چې د الله په نافرمانۍ کې په نذر وفا نشته، او نه په هغه څه کې چې بني آدم یې نه لري». أبو داود روایت کړی دی (3313).
او له ډولونو څخه یې: غیر الله ته نذر دی، نو نذر عبادت دی او له الله تعالی پرته یې بل چاته ګرځول روا ندي، لدې امله الله تعالی د هغه مؤمنانو ستاینه کړې ده چې په نذر وفا کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا} (دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر خور وور دى) [الإنسان سورت: 7 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَار} (او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (پر ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله پر هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته) [البقرة سورت : 270 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ فَلْيُطِعْهُ، وَمَنْ نَذَرَ أَنْ يَعْصِيَهُ فَلَا يَعْصِهِ». "څوک چې د الله تعالی د اطاعت نذر وکړي، هغه دې د هغه اطاعت وکړي، او څوک چې د هغه د نافرمانۍ نذر وکړي، هغه دې د هغه نافرماني نه کوي". بخاري (6696)، أبو داود (3289)، ترمذي (1526)، نسائي (3806)، او ابن ماجه روایت کړی دی (2126).
او له ډولونو څخه یې له الله پرته له بل چا پناه غوښتل ، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمایي: «كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَبِيتُ أَحَدُهُمْ بِالْوَادِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ، فَيَقُولُ: أَعُوذُ بِعَزِيزِ هَذَا الْوَادِي، فَزَادَهُمْ ذَلِكَ إِثْمًا»، «له انسانانو څخه ځینې سړي وو چې په جاهلیت کې له دوی څخه یو په یوه دره کې اوسیده، نو وییل به یې: د دې درې په مشر پناه نیسم، نو پدې سره یې الله ګناه ورزیاته کړه»، طبري في تفسير کې روایت کړی دی (23/ 322). الله تعالی د جاهلیت د وخت له خلکو څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلکو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت]. او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی دی چې څوک په یو کور کې مېشت شو او ویې ویل: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، لَمْ يَضُرَّهُ شَيْءٌ، حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ»، «یعنې پناه نیسم د الله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه چې هغه پیدا کړی دی، نو هیڅ شی به ورته ضرر ونه رسوي، تر څو چې له هغه ځای څخه تللی نه وي»، مسلم (2708)، ترمذي (3437) او ابن ماجه (3547) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه له الله - تعالی - پرته له بل چا څخه په سخته او آسانه کې مرسته غوښتل دي په هغه څه کې چې له الله تعالی پرته یې بل څوک نه شي کولی، او یا له الله پرته بل څوک رابلل، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا} (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ) [الجن سورت: 18 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: (إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ) (كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آیت]، او رب العزت د دې - خبرې په - ښکاره کولو سره فرمایلي دي چې مشرکانو ته کله ضرر ورسیږي نو د یو الله څخه مرسته غواړي، بیا بیرته خپل شرک ته ورګرځي کله چې الله نجات ورکړي. (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: 65 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لاَّ يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُون} (او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي) [الأحقاف سورت: 5 آیت]، او الله تعالی په واضحه توګه فرمایلي دي چې هغه د مصیبت ځپلو سره مرسته کوونکی او د مصیبت لیرې کوونکی دی: {أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُون} (آیا څوک دی هغه ذات چې قبلوي د ډېر ناچاره دعا کله چې یې راوبلي، او لرې کوي مصیبتونه، او ګرځوي تاسو خلیفګان د ځمکې، آیا شته دی بل څوک لایق د عبادت له الله تعالی سره، تاسي ډېر لږ نصیحت قبلوئ). [النمل سورت: 62 آیت].
او د شرک له ډولونو څخه : له الله پرته د بل چا پیروي کول دي او الله تعالی د دې - خبرې - یادونه کړې ده چې اهل کتابو خپل عالمان او پیران له الله پرته ومالکان د حل او د حرمت نیولي دي چې ځیني شیان ورته روا کوي او هغه څه پرې حراموي چې الله تعالی دوی ته حلال کړي دي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُون} (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او د حرمت نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي) [التوبة سورت: 31 آيت]، او الله تعالی فرمایلي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. او الله - تعالی - خپلو بندګانو ته امر کړی دی چې پر هغه ایمان راوړي او د هغه قانون ته - د پریکړې په خاطر - رجوع وکړي او دا یې څرګنده کړه چې شیطان غواړي دوی طاغوت ته - د پریکړو لپاره - رجوع وکړي، الله تعالی فرمایلي دي: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا} ﴿٦٠﴾ (آیا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه یې ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمنځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره). [النساء سورت: 60 آیت]. وعن عدي بن حاتم رضي الله عنه قال: أَتَيْتُ النَّبِيّ صلى الله عليه وسلم وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ: يَا عَدِيُّ، اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ، وَسَمِعْتُهُ يَقْرَأُ فِي «سُورَةِ بَرَاءَة»: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة: 31]، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ، وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ». او له عدی بن حاتم - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلم پداسې حال کې چې زما په غاړه کې د سرو زرو صلیب و، نو ویې ویل: ای عدی، دا بت درڅخه وارتوه، او ورڅخه مې واوریدل چې په براءت سورت کې یې دا آیت لوسته {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة سورت : 31 آیت ] یعنې: دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او د حرمت نیولي دي . ویې فرمایل: «داسې نه وه چې هغوی یې عبادت کاوه، مګر هغوی به چې ورته کوم شی حلال و ګرځاوه دوی به حلال ګاڼه، او کله به یې چې پرې کوم شی حرام کړ، دوی به هم حرام کړ». ترمذي (۳۰۹۵)، ابن سعد (۶/۲۱۹)، ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۰۰۵۷) او طبرانی په الکبیر (۱۷/۹۲/۲۱۸) کې روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه په لمانځه، رکوع، سجده او طواف کې شرک کول دي؛ داسې چې د دې عبادتونو کول له الله پرته بل چا ته روا ندي، او الله تعالی خپل خلیل - علیه السلام - ته امر کړی دی چې کور یې - بیت الله - طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذْ بَوَّأْنَا لإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لاَّ تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُود} (او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه) [الحج سورت: 26 آیت]، او حق ذات امر کړی دی چې سجده باید یوازې هغه ته وشي، الله تعالی فرمایلي دي: (لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) (تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ). [فصلت سورت: 37 آیت]. او یوازې متکبران د هغه له عبادت څخه ډډه کوي، لوی څښتن تعالی فرمایلي دي: {يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِين} (اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى؟ آیا تا لويي وكړه، یا ته (له پیل څخه ) د لوړو اوچتو خلکو ځنې يې؟). [ص سورت: 75 آیت]، او الله - تعالی - یادونه وکړه چې ټول مخلوقات هغه ته سجده کوي. {وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون* (او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي؛ له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي). [النحل سورت: 49 آیت]. د جعفر - رضی الله عنه - په اړه راغلي دي، کله چې هغه نجاشي ته ورننوت، نو جعفر ورته وویل: «أَنَا خَطِيبُكُمُ الْيَوْمَ، فَاتَّبَعُوهُ حَتَّى دَخَلُوا عَلَى النَّجَاشِيِّ فَلَمْ يَسْجُدُوا لَهُ فَقَالَ: مَا لَكُمْ لَا تَسْجُدُونَ لِلْمَلِكِ؟ فَقَالَ: إِنَّ اللَّهَ عز وجل بَعَثَ إِلَيْنَا نَبِيَّهُ صلى الله عليه وسلم فَأَمَرَنَا أَلَّا نَسْجُدَ إِلَّا لِلَّهِ». «نن زه ستاسو - په استازیتوب - خبرې کوونکی یم، نو ورپسې شول تر دې چې نجاشي ته ورننوتل، نو سجده یې ورته ونه کړه، هغه وویل: تاسو ولې پادشاه ته سجده نه کوئ؟ هغه وویل: الله تعالی مونږ ته خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - رالیږلی دی، هغه مونږ ته امر کړی دی چې له الله تعالی پرته بل چاته سجده ونکړو». طیالسي (۳۴۴)، سعید بن منصور (۲۴۸۱)، احمد (۴۴۰۰) او لوین په (۴) ټوک کې، او الطحاوي د قرآن په أحکام القران کې (۴۱۸) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو څخه په هغه څه پریکړه کول دي چې الله تعالی نه وي نازل کړی، همدا رنګه له الله پرته بل چاته پریکړه وړل او الله پاک د هغه چا په اړه حکم بیان کړ چې د الله - تعالی - له نازل شوي حکم پرته په بل څه پریکړه کوي. (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) (او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي). [المائدة سورت: 44 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُون} (او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلک ظالمان دي). [المائدة سورت: 45 آیت]. او الله تعالی فرمايي: (وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُون) او (چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلک فاسقان دي). [المائدة سورت: 47 آیت]؛ دا ځکه چې بشپړه واکمني الله لره، حق ذات فرمایلي دي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِين} (اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول اوتصرف كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى) [الأعراف سورت: 54 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِين} (او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلی (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل) [النحل سورت: 35 آیت].
او الله - تعالی - په مشرکانو باندې عیب وګڼله چې خپل عالمان او پيران یې له الله تعالی پرته مالکان د حل او د حرمت نیولي دي دوی ته په یو څه روا ګڼلو کې، الله تعالی فرمایلي دي: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُون} (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر مالکان د حل او دحرمت نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي) [التوبة سورت: 31 آیت]. او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. وعن عدي بن حاتم رضي الله عنه قال: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ: «يَا عَدِيُّ اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ»، وَسَمِعْتُهُ يَقْرَأُ فِي سُورَةِ بَرَاءَة: {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة: 31]»، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يَكُونُوا يَعْبُدُونَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا أَحَلُّوا لَهُمْ شَيْئًا اسْتَحَلُّوهُ، وَإِذَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ شَيْئًا حَرَّمُوهُ». او له عدي بن حاتم - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایې: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلم پداسې حال کې چې زما په غاړه کې د سرو زرو صلیب و، نو ویې ویل: ای عدی، دا بت درڅخه وارتوه، او ورڅخه مې واوریدل چې په براءت سورت کې یې دا آیت لوسته {اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ} [التوبة سورت : 31 آیت ] یعنې: (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي) . ویې فرمایل: «داسې نه وه چې هغوی یې عبادت کاوه، مګر هغوی به چې ورته کوم شی حلال ګرځاوه دوی به حلال ګاڼه، او کله به یې چې پرې کوم شی حرام کړ، دوی به هم حرام کړ». ترمذي (۳۰۹۵)، ابن سعد (۶/۲۱۹)، ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۰۰۵۷) او طبراني په الکبیر (۱۷/۹۲/۲۱۸) کې روایت کړی دی.
او مشرکان پدې کې د أهل کتابو سره ورته والی لري، هغوی چې الله تعالی يې په اړه فرمایلي دي: {وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِين} (او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلی (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل) [النحل سورت: 35 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: {فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا} (پس داسې نه ده، ستا په رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني). [النساء سورت: 65 آیت]. او الله تعالی فرمایلي : {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ} (ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اجازه نه ده كړې) [الشورى سورت: 21 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون} (ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!) [المائدة سورت: 50 آیت].
او د شرک له ډولونو څخه د محبت شرک دی، چې یو سړی چا سره داسې مینه ولري چې عاجزي، تعظیم او خضوع ورسره وي، الله تعالی د مشرکانو د مينې په اړه له خپلو معبودانو سره فرمايلي دي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ ) (او په خلکو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره داسې مینه كوي لکه له الله تعالی سره د مینې په شان) [البقرة سورت: 165 آیت]. له عبدالله -رضي الله عنه - څخه روایت دی، وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کومه ګناه لویه ده؟ هغه وویل: «أن تجعل لله ندًّا وهو خلقك...». "دا چې الله تعالی لره شریک وګرځوې، حال دا چې هغه ته پیدا کړی یې...". بخاري (۴۴۷۷)، مسلم (۸۶)، ابوداود (۲۳۱۰)، ترمذي (۳۱۸۲) او نسائي (۴۰۱۳) روایت کړی.
او د شرک له ډولونو څخه؛ د ویرې او ډار شرک دی، چې له مخلوق څخه داسې ویره ولري چې خضوع، عاجزي او تعظیم ورسره وي، لکه داسې ویره ورڅخه ولري چې کوم مصیبت به پرې نازل کړي او یا به ترې کومه ښېګڼه منع کړي او یا هغه ته د نږدې کېدو په خاطره حرام کار تر سره کړي، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِين} (بېشكه همدا خبره ده چې دغه شیطان دى، چې خپل دوستان وېروي، نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [آل عمران سورت: 175 آیت]. او مشرکان په دې باور دي چې د دوی معبودان زیان رسوونکي او ګټه رسوونکي دي. لدې امله دوی ګمان کوي چې د دوی معبودانو د الله پیغمبر؛ هود - علیه السلام - ته زیان رسولی دی، لکه چې وایي: {إِن نَّقُولُ إِلاَّ اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللّهِ وَاشْهَدُواْ أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُون} [(ستا په باره كې) مونږ يوازې همدا وایو چې تا ته زمونږ په معبودانو كې چا څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (باطلو معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې (له الله سره) شريكوئ] [هود سورت: 54 آیت]. مجاهد ویلي دي: «د {اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ} معنا دا ده چې: بتانو ته لیونی کړی یې». تفسير الطبري (15/361). حق ذات د حنیفي ملت د خاوند - علیه السلام - په اړه فرمایلي دي : {وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلاَ تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون} (او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ) [الأنعام سورت: 81 آیت].
د جاهليت خلکو به د احمقو پيریانو له وېرې د هغوی په بادارانو پناه غوښتله، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا}. (او بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه) [الجن سورت: 6 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً} (نو كله چې پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول (، نو) ناڅاپه په دغه وخت كې په هغو كې یوه ډله وه چې له خلکو نه وېرېدله، له الله نه د وېرېدلو په شان، یا (له دې نه هم) زیات وېرېدل) [النساء سورت: 77 آیت]. او حق ذات واضحه کړه چې د هغه اولیاء له الله - جل جلاله - پرته له هیچا څخه نه ویریږي لکه څنګه چې هغه فرمایلي دي: {الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلاَّ اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا} (هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى) [الأحزاب سورت: 39 آیت]، او همدا رنګه یې فرمایلي دي: {إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِين} (د الله جوماتونه خو يوازې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي) [التوبة سورت: 18 آیت]. او خبر یې ورکړ چې جادوګرانو له ایمان راوړلو وروسته د فرعون او د هغه له ظلم څخه له الله - تعالی - څخه وېرې ته ترجيح ورکړه، الله تعالی د هغوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي دي: {قَالُوا لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * (هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح درنه كړو په هغه باندې چې مونږ ته راغلي دي چې ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يوازې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې. إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى} بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ په هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره او تل پاتې كېدونكى دى). [طه سورت: 72، 73 آیتونه].
او د شرک له ډولونو څخه د امید ساتلو شرک دی، لکه څوک چې له ژوندي مخلوق څخه چې حاضر وي او یا غائب د داسې یو څخه امید وساتي چې له الله پرته پرې بل څوک قادر نه وي او یا دا چې له مړو څخه د ستونزو د لرې کولو او د حاجتونو د رفع کولو او د قیامت په ورځ د سفارش کولو امید ولري، حق ذات لدې څخه خبر ورکوي چې مشرکانو ولې د خپلو معبودانو عبادت کاوه: {مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى} (مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي) [الزمر سورت: 3 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ ) (كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې یې واورې، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان). [فاطر سورت: 14 آيت]، او الله تعالی ښکاره کړه چې دا مشرکان هیڅ هم نه لري، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّنْهُ بَلْ إِن يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلاَّ غُرُورًا} [(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: آیا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې] [فاطر سورت: 40 آیت]، او د پيروانو په اړه الله تعالی فرمایلي دي چې هغوی ته به د قیامت په ورځ وویل شي: {ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُون} (تاسو خپل شریكان وبلئ، نو دوى به هغوى وبلي: نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او دوى به عذاب وویني (او تمنا به وكړي چې) كاشكې واقعتًا دوى (په دنیا كې) هدایت موندلى وى) [القصص سورت: 64 آیت]. او هر هغه څه چې په قرآن کې د مشرکانو لخوا د خپلو معبودانو د بللو په اړه ذکر شوي دي د امید په شرک دلیل دی، الله تعالی فرمایلي دي: {لاَ جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلاَ فِي الآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّار} (حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما(د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي) [غافر سورت: 43 آیت]. او که چېرته دوی باور نه درلوده چې دوی به ځواب ورکوي، نو د فرعون د کورنۍ مؤمن به ترې انکار نه و کړی.
او له ډولونو څخه یې سحر (جادو) دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ} (او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلکو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هيچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه)، [البقرة سورت: 102 آیت]. وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الموبِقَاتِ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ اليَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ المحْصَنَاتِ المُؤْمِنَاتِ الغَافِلَاتِ». ابوهریره - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وژغورئ،» هغوی وویل: ای د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایيل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول». بخاري (2766)، مسلم (89)، ابو داود (2874) او نسائي (3671) روایت کړی دی.
او له عمرو بن دینار څخه روایت دی، هغه له بجالة څخه اوریدلي دي چې عمرو بن اوس او أبو الشعثاء ته یې حدیث بیانوه، ویې ویل: زه د جزء بن معاویة سره - چې د احنف بن قیس کاکا دی - کاتب وم چې د عمر له مرګ څخه یو کال مخکې یې فرمان راغی ( پکې لیکلي و چې ) هر جادوګر ووژنئ...». ابوداود (3043)، عبدالرزاق (9972)، سعید بن منصور (2180)، او احمد (1657) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنِ اقْتَبَسَ عِلْمًا مِنَ النُّجُومِ، اقْتَبَسَ شُعْبَةً مِنَ السِّحْرِ زَادَ مَا زَادَ». "څوک چې د نجومي علم څخه څه زده کړي، هغه د جادو یوه برخه زده کړې ده، څومره یې چې زده کړه زیاتیږي همغومره یې د سحر د زده کړې کچه هم ورسره زیاتیږي". ابوداود (3905)، ابن ماجه (3726)، ابن ابي شیبه (26159)، احمد (2000) او عبد بن حمید (714) روایت کړی دی.
او له ډولونو څخه یې: کوډګر او طالع لیدونکي دي؛ ځکه څوک چې د دې شیانو دعوه کوي هغه په غیبو د پوهیدو دعوه کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * (دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي (وحې ورته کوي د وحې پواسطه د ځیني مغیباتو خبر ورکړي)، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه]. او له صفیه څخه روایت دی، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم - له ځینو بیبیانو څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ، لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً». أخرجه مسلم (2230). "څوک چې کوډګر ته ورشي او د یو څه په اړه ترې پوښتنه وکړي بیا یې په هغه څه کې ریښتونی وګڼي چې هغه یې وایي، نو څلویښت ورځې به یې لمونځ قبول نه شي".
او له أبو هریرة او الحسن رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا، أَوْ عَرَّافًا، فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ؛ فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ». «څوک چې کوډګر او یا فال بین ته ورشي او څه چې وایې په هغه کې یې ریښتونی وګڼي، نو پر هغه څه کافر شو چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوی دی». احمد (۹۵۳۶) له ابوهریره او حسن څخه روایت کړی دی، او ابو داود (۳۹۰۴)، ترمذي (۱۳۵)، ابن ماجه (۶۳۹)، ابن ابي شیبه (۱۷۰۷۷) او اسحاق بن راهویه (۱۷۰۷۷) (482) او احمد (9290) د ابوهريره له حدیث څخه روايت کړي.
او مونږ پوهیږو چې د شرک له ډولونو څخه یو کوچنی شرک دی چې له دین څخه پرې څوک نه وځي، او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او نه هم ټول عملونه بربادوي، دا - شرک - ډیر ډولونه لري.
او لدې څخه په یو څه باندې فال نیول دي او تعریف یې داسې دی - لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي - هغه څه چې له امله یې ته یو کار مخته بوځې او یا ترې منع شې، الله تعالی فرمایلي دي: {فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَـذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُون} (نو كله چې به پر دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: مونږ د همدې حقدار يو او كه چېرې پر دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې نيوله، په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي) [الأعراف سورت: 131 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُون} (دغو(پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ) [يس سورت: 19 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لَا عَدْوَى وَلَا طِيَرَةَ، وَلَا هَامَةَ وَلَا صَفَرَ». «له یو انسان څخه بل ته د ناروغۍ انتقالیدل، بدفالي، د صفر په میاشت بدفالي، او په شوپرک مرغۍ بدفالي نشته». بخاري (5707)، مسلم (2220) او ابوداود (3911) روایت کړی.
او له عروة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وړاندې بدفالي یاده شوه نو ویې فرمایل: «أَحْسَنُهَا الْفَأْلُ، وَلَا تَرُدُّ مُسْلِمًا، فَإِذَا رَأَى أَحَدُكُمْ مَا يَكْرَهُ فَلْيَقُل: اللَّهُمَّ لَا يَأْتِي بِالْحَسَنَاتِ إِلَّا أَنْتَ، وَلَا يَدْفَعُ السَّيِّئَاتِ إِلَّا أَنْتَ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِكَ». «او تر ټولو غوره یې نیک فال نیول دي، او له مسلمان څخه څه نه اړوي، نو کله چې یو ستاسو څخه داسې څه ولیدل چې نه یې خوښېدل نو داسې دي ووایي: ای الله د نیکیو توفیق نه ورکوي مګر ته، او له بدیو څخه ژغورل نه کوي مګر ته، او له یو حال څخه بل ته اوړیدل او ځواک نشته مګر پر تاباندې». ابو داود (3919)، ابن ابي شیبه په المصنف (26920) او الادب (162) کې او الخلال (1405) کې روایت کړی دی.
وعن عبد الله بن عمرو رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «مَنْ رَدَّتْهُ الطِّيَرَةُ مِنْ حَاجَةٍ، فَقَدْ أَشْرَكَ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا كَفَّارَةُ ذَلِكَ؟ قَالَ: «أَنْ يَقُولَ أَحَدُهُمْ: اللَّهُمَّ لَا خَيْرَ إِلَّا خَيْرُكَ، وَلَا طَيْرَ إِلَّا طَيْرُكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ». او له عبد الله بن عمرو - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «چا لره چې بد فال نیونې له اړتیا څخه یې راوګرځاوه، نو شرک یې وکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، د دې کفاره څه ده؟ هغه وفرمایل: (کفاره یې دا ده ) چې ووایي: ای الله، ستا له خیر پرته بل هیڅ خیر نشته، او ستا له نیک مرغۍ پرته بله نیک مرغي نشته او ستا پرته بل معبود نشته». ابن وهب په الجامع کې (658)، احمد (7045) کې روایت کړی، او دا لفظ د هغه دی، طبراني په الکبیر (14622) کې، او ابن السني په "عمل الیوم واللیلة" کې روایت کړی دی. (۲۹۲).
او لدې څخه د بندونو (تعویذونو) ځړول دي، فعن أبي بشير الأنصاري رضي الله عنه «أَنَّهُ كَانَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ، قَالَ عَبْدُ اللَّهِ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ: وَالنَّاسُ فِي مَبِيتِهِمْ، فَأَرْسَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم رَسُولًا: أَنْ لَا يَبْقَيَنَّ فِي رَقَبَةِ بَعِيرٍ قِلَادَةٌ مِنْ وَتَرٍ، أَوْ قِلَادَةٌ إِلَّا قُطِعَتْ». د أبو بشیر الأنصاري - رضي الله عنه - څخه روایت دی « چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم- سره په ځینو سفرونو کې و، عبد الله ویلي دي: ګمان کوم چې هغه ویلي: او خلک په خپلو کورونو کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یو استازی ولیږه چې: د هیڅ اوښ په غاړه کې - د نظر د مخنیوي په خاطر - ځړول شوی بند پرې نږدې او نه هیڅ کوم بل بند یا تعویذ مګر دا چې پرې یې کړي». بخاري (3005)، مسلم (2115) او ابوداود (2552) روایت کړی.
او له عبد الله - رضی الله عنه -څخه روایت دی وایې: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: «إِنَّ الرُّقَى، وَالتَّمَائِمَ، وَالتِّوَلَةَ شِرْكٌ». "په یقني توګه چې - شرکي - دمونه، بندونه، او تعویذونه شرک دی". ابو داود (3883)، ابن ماجه (3530)، معمر په الجامع (20343)، ابن ابی شیبه (23924) او احمد (3615) روایت کړی دی.
او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ تَعَلَّقَ شَيْئًا وُكِلَ إِلَيْهِ». «چا چې کوم شی وځړاوه همغه ته وروسپارل شو». ترمذي (2072)، ابن ابي شیبه په المصنف (23923)، او مسند (786) او احمد (18781) روایت کړی دی.
او - د شرک له ډولونو څخه - لږه ځان ښودنه (ریا) ده، خو هغه څوک چې زړه یې له ځان ښودنې ( ریا کارۍ ) څخه ډک وي او داسې شي چې له نیت،ایمان او ویرې پرته نیک کارونه کوي، نو دا سوچه منافق دی او عمل یې برباد او پرې مردود دی او ورڅخه نه منل کیږي،الله تعالی فرمایلي دي: (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هلیه لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللهُ تبارك وتعالى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي، تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو غني یم، نو څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک ورپریږدم». مسلم (2985) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ أَوَّلَ النَّاسِ يُقْضَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَيْهِ رَجُلٌ اسْتُشْهِدَ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: قَاتَلْتُ فِيكَ حَتَّى اسْتُشْهِدْتُ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ قَاتَلْتَ؛ لِأَنْ يُقَالَ: جَرِيءٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ، وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ، وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ، وَعَلَّمْتُهُ، وَقَرَأْتُ فِيكَ الْقُرْآنَ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيُقَالَ: عَالِمٌ، وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ؛ لِيُقَالَ: هُوَ قَارِئٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ، وَرَجُلٌ وَسَّعَ اللهُ عَلَيْهِ، وَأَعْطَاهُ مِنْ أَصْنَافِ الْمَالِ كُلِّهِ، فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا، قَالَ: فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا؟ قَالَ: مَا تَرَكْتُ مِنْ سَبِيلٍ تُحِبُّ أَنْ يُنْفَقَ فِيهَا إِلَّا أَنْفَقْتُ فِيهَا لَكَ، قَالَ: كَذَبْتَ، وَلَكِنَّكَ فَعَلْتَ؛ لِيُقَالَ: هُوَ جَوَادٌ، فَقَدْ قِيلَ، ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ، ثُمَّ أُلْقِيَ فِي النَّارِ». «د قيامت په ورځ به تر ټولو لومړى د هغه چا په اړه قضاوت وشي چې شهيد شوى وي، نو هغه به راوستلی شي او نعمتونه به یې وروپېژندل شي، نو وبه یې پیژني، وایې: نو څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: ستا په لاره کې وجنګیدم تر دې چې شهید شوم، فرمایي: دروغ دې وویل: مګر د دې لپاره جنګیدلی وې چې وویل شي: زړور دی، نو دا وویل شو، بیا به پرې امر وشي او پړمخه به کش کړای شي تر دې چې په اور کې وغورځول شي. او یو بل سړی چې زده کړه یې کړي وي او نورو ته یې ښودلې وي او قرآن یې لوستلی وي، نو هغه به راوستل شي، نعمتونه به یې وروپیژني، نو وبه یې پیژني، ورته به ووایي: چې څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: علم مې زده کړ او نورو ته مې وښوده او ستا لپاره مې قرآن لوستلی دی، وبه وایي: دروغ دې وویل: مګر علم دې د دې لپاره زده کړی و چې عالم درته وویل شي او قرآن دې د دې لپاره لوستلی و چې قاري درته وویل شي، نو دا درته وویل شول، بیا به پرې امر وشي نو پړمخه به کش کړای شي تر دې چې اورته وغورځول شي، او بل سړی چې الله پرې پراخي راوستي وي او له هر ډول مالونو څخه یې ورکړي وي، نو هغه به راوستل شي او نعمتونه به یې وروپیژندل شي نو وبه یې پیژني، وایې: نو څه دې پکې کړي دي؟ هغه به ووایي: هیڅ داسې لار مې نده پریښې چې ته یې خوښوې مګر دا چې ستا لپاره مې پکې لګښت کړی دی، (ورته به ) ووایي: مګر دا کار دې د دې لپاره کړی دی چې سخی درته وویل شي، نو درته وویل شو، بیا به پرې امر وشي نو پړمخه به کش کړل شي بیا به اور ته وغورځول شي». مسلم (1905)، ترمذي (2382)، او نسائي (3137) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ، وَمَنْ يُرَائِي يُرَائِي اللَّهُ بِهِ». "څوک چې په پټه یو کار وکړي بیا یې خلکو ته د شهرت په خاطر ووایي، الله به یې - د قیامت - په ورځ رسوا کړي، او څوک چې ځان ښودنه وکړي، او د خلکو په خاطر یو کار وکړي نو الله به یې د قیامت په ورځ راز افشا کړي». بخاري (۶۴۹۹)، مسلم (۲۹۸۷) او ابن ماجه (۴۲۰۷) روایت کړی دی.
او له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ سَمَّعَ النَّاسَ بِعَمَلِهِ، سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ سَامِعَ خَلْقِهِ، وَحَقَّرَهُ وَصَغَّرَهُ». «څوک چې په پټه یو کار وکړي بیا یې خلکو ته د شهرت په خاطر ووایي، الله به یې - د قیامت - په ورځ له خپلو مخلوقاتو څخه هر اوریدونکي ته رسوا کړي، سپک او ذلیل به یې کړي». ابن المبارك په الزھد (141) كي، ابن ابي شيبه (36448)،او هناد په الزھد (872) كي، او احمد (6509) په الزھد (238) كي روايت كړى دى.
وعن أبي موسى رضي الله عنه قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا القِتَالُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَإِنَّ أَحَدَنَا يُقَاتِلُ غَضَبًا، وَيُقَاتِلُ حَمِيَّةً، فَرَفَعَ إِلَيْهِ رَأْسَهُ -قَالَ: وَمَا رَفَعَ إِلَيْهِ رَأْسَهُ إِلَّا أَنَّهُ كَانَ قَائِمًا- فَقَالَ: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ العُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ عز وجل». او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی نو ویې وییل: ای د الله رسوله ، د الله په لار کې جنګیدل څه دي؟ ځکه زمونږ څخه ځینې د غصې له امله جنګیږي او ځینې د ملاتړ په خاطر، نو سر یې ورته راپورته کړ- وایې: او سر ورته راپورته نه کړ مګر د دې لپاره چې هغه ولاړ و، نو ویې فرمایل: « څوک چې د دې لپاره وجنګیده چې د الله کلمه لوړه شي، نو هغه د الله تعالی په لار کې دی». بخاري (123)، مسلم (1904)، ابوداود (2517)، ترمذي (1646)، نسائي (3136) او ابن ماجه (2783) روايت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د رازونو شرک بللی دی. فعن محمود بن لبيد قال: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «إِيَّاكُمْ إِيَّاكُمْ وَشِرْكَ السَّرَائِرِ»، قَالُوا: وَمَا شِرْكُ السَّرَائِرِ؟ قَالَ: «أَنْ يَقُومَ أَحَدُكُمْ يُزَيِّنُ صَلَاتَهُ جَاهِدًا؛ لِيَنْظُرَ النَّاسُ إِلَيْهِ، فَذَلِكَ شِرْكُ السَّرَائِرِ». له محمود بن لبید څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «ځان وساتئ، ځان وساتئ د رازونو له شرک څخه» هغوی وویل: او د رازونو شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « چې ستاسو څخه یو کس پاڅیږي ښایسته لمونځ وکړي او کوښښ پکې وکړي؛ تر څو ورته خلک وګوري، نو دا د رازونو شرک دی». ابن ابي شیبه (۸۴۸۹)، ابن خزیمه (۹۳۷)، طبرانی په الکبیر (۴۳۰۱) او بیهقی په سنن الکبری (۳۶۲۹) او الشعب (۲۸۷۲) کې روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله ښکاره کړه چې ځان ښودنه ډیر یو پټ عمل دی او دا چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ترې په خپل امت باندې له مسیح الدجال څخه زیات ویریده، لکه چې فرمایي: «أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِمَا هُوَ أَخْوَفُ عَلَيْكُمْ عِنْدِي مِنَ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ؟»، قَالَ: قُلْنَا: بَلَى، فَقَالَ: «الشِّرْكُ الْخَفِيُّ، أَنْ يَقُومَ الرَّجُلُ يُصَلِّي، فَيُزَيِّنُ صَلَاتَهُ، لِمَا يَرَى مِنْ نَظَرِ رَجُلٍ». "آیا زه تاسو ته نه خبر درنکړم چې زه پرې له مسیح الدجال نه زیات پر تاسو ویریږم؟" هغه وایې: مونږ وویل: "هو" هغه وفرمایل: " پټ شرک دی، چې یو سړی پاڅیږي او د دې لپاره ښایسته لمونځ وکړي چې یو سړی ورته ګوري". ابن ماجه (4204)، احمد (11252)، حنبل بن اسحاق په الفتن کې (30) او طبري (1117) په تهذیب الآثار کې روايت کړی دی.
او له کوچني شرک څخه دا هم دي چې انسان په خپل عمل سره یوازې دنیوي اراده ولري، الله تعالی فرمایلي دي: {مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِن نَّصِيب} (هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي) [الشورى سورت: 20 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {مَن كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لاَ يُبْخَسُون} (هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (،نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته د خپلو عملونو بدله پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي) [هود سورت: 15 آیت]. دا د لوی شرک او کوچني شرک تر منځه یو حالت دی، په څومره کچه چې د بنده په زړه کې ځای ونیسي، حق ذات فرمایلي دي: {مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاء لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا} (هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو، بیا مونږ د هغه لپاره جهنم مقرر كړو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي) [الإسراء سورت: 18 آیت].
وعن أبي موسى رضي الله عنه قال: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: الرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِلْمَغْنَمِ، وَالرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِلذِّكْرِ، وَالرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِيُرَى مَكَانُهُ، فَمَنْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟ قَالَ: «مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ العُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»، او له أبو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی نو ویې وییل: یو سړی د غنیمت لپاره جنګیږی، یو سړي د شهرت لپاره جنګیږي او یو سړی په راتلونکي د یو مقام لپاره جنګیږي، نو څوک د الله په لار کې دی؟ وایې: « څوک چې د دې لپاره وجنګیده چې د الله کلمه لوړه شي، نو هغه د الله تعالی په لار کې دی». بخاري (2810)، مسلم (1904)، ابو داود (2517) او نسائي (3136) روایت کړی دی. او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه چاته بد دعایي وکړه چې ټول هم او غم یې یوازې دنیا وي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ، وَالدِّرْهَمِ، وَالقَطِيفَةِ، وَالخَمِيصَةِ، إِنْ أُعْطِيَ رَضِيَ، وَإِنْ لَمْ يُعْطَ لَمْ يَرْضَ». «د دینار بنده دې پړمخه پریوځي او د درهم او قطيفة (: يو ډول تور لباس دی چې ځانګړې نخښې لري، او خمیصه : وریښمین لباس) یعنې هغه انسان چې په لباس یې زړه بایللی وي، که چېرته څه ورکړل شو خوشحالیږي او که ورنکړل شو نه خوشحالیږي». بخاري (2886) او ابن ماجه (4135) روایت کړی دی.
او د شرک له ډولونو د یو سړي دا وینا چې: هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې او دې ته ورته الفاظ: له ابن عباس - رضی الله عنهما - څخه روایت دی چې یو سړي نبي - صلی الله علیه وسلم - ته وویل: څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړي، رسول اله - صلی الله علیه وسلم - ورته وویل: «أَجَعَلْتَنِي وَاللَّهَ عَدْلًا، بَلْ مَا شَاءَ اللَّهُ وَحْدَهُ»، «آیا زه دې الله تعالی سره برابر وګڼلم، بلکه هغه څه چې یوازې الله یې وغواړي»، ابن ابي شیبه (27227)، احمد (1839)، بخاري په الادب المفرد (783) کې، ابن ابی الدنیا په الصمت کې (342) اوباغندي په امالیه (36) کې روایت کړی دی. او دې ته ورته د هغوی دا وینا هم ده چې: دا ستا او الله نه کیږي . او که چېرته الله او فلانکی نه و نو داسې به نه و شوي.
او له ډولونو څخه یې : له الله پرته په بل څه قسم یادول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلَا يَحْلِفْ إِلَّا بِاللَّهِ، فَكَانَتْ قُرَيْشٌ تَحْلِفُ بِآبَائِهَا، فَقَالَ: لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ». "څوک چې قسم خوري، نو له الله پرته دې قسم نه کوي، ځکه قريشو به په خپلو پلرونو قسمونه کول، نو ویې ويل: په خپلو پلرونو قسم مه کوئ". بخاري (3836)، مسلم (1646) او نسائي (3764) روایت کړی. او له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ، أَوْ أَشْرَكَ». «څوک چې له الله پرته په بل څه قسم وکړي؛ هغه کفر یا شرک کړی دی». ترمذي (1535)، احمد (6072)، ابو عوانه (6401) او حاکم (7895) روايت کړی دی.
(بــاب النفاق) باب دی په بیان د نفاق کې
او هغه څه چې په الله - تعالی - له ایمان سره په ټکر کې دي: لوی نفاق دی؛ چې هغه د اسلام ښکاره کول او د کفر پټولو ته وایې، او لوی او کوچنی دی. لوی نفاق د ایمان له اصل سره په ټکر کې دی، او کوچنی نفاق د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دی، امام احمد په «أصول السنة» کې فرمایلي دي: "نفاق کفر دی؛ چې په الله کفر وکړي، د نورو عبادت وکړي او په ډاګه اسلام ښکاره کړي لکه څرنګه چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په وخت کې منافقان وو". اصول السنة، د احمد ابن حنبل (۵۵ مخ) او لوی نفاق له ملت (اسلام) څخه ویستونکی دی.
او مونږ د الله تعالی په ګواهۍ ګواهي ورکوو چې منافقان د ایمان په دعوا کې دروغجن دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُون} ا (و هغه خلک چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي) [التوبة سورت: 107 آیت]. او الله تعالی فرمایلي: {وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُون} (او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي)
او له منافق انسان څخه به الله تعالی هیڅ څیز قبول نه کړي تر څو یې له عذاب څخه وژغوري، نه د عوض په مقابل کې او نه له عوض پرته، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ أَنفِقُواْ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَاسِقِين * (ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په خوښۍ یا په ناخوښۍ هیڅکله به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان(كافران) یئ. وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلاَّ أَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلاَّ وَهُمْ كُسَالَى وَلاَ يُنفِقُونَ إِلاَّ وَهُمْ كَارِهُون} او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي) [التوبة سورت: 53، 54 آیتونه].
او د منافق برخليک - که هغه په نفاق کې مړ شي - ابدي په اور کې دی، الله تعالی فرمایي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا} (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې) [النساء سورت: 145 آیت]. او الله تعالی فرمایلي دي: {وَعَدَ الله الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيم} (الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله پر دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى) [التوبة سورت: 68 آیت].
او مونږ پوهیږو چې تر ټولو لوی نفاق له حق څخه کرکه او نفرت وی، الله تعالی د منافقینو د حالت په اړه فرمایلي دي: {ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُم * (دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل. أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُم * آیا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي. وَلَوْ نَشَاء لأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُم} او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې او الله ستاسو په عملونو عالِم دى) [محمد سورت: 28-30 آیتونه].
هغه به د اسلام او مسلمانانو په ماتې خوشحاله وي او که د اسلام بریا وویني نو خفه به وي، الله تعالی د هغه څه په اړه فرمایلي دي چې دوی یې په زړونو کې پټ ساتي. {إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُون} (كه تا ته څه ښیګڼه (او برى) درورسیږي (، نو) هغه دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت در ورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار (د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي) [التوبة سورت: 50 آیت].
او له ایمان وروسته کفر او شريعت ته له پریکړې وړلو څخه مخ ګرځول دي، رب العالمين فرمايي: {وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِين* (او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي او دغه خلق له سره مومنان نه دي. وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُون} او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي) [النور سورت: 47، 48 آیتونه].
او دا د الله - تعالی - په اړه بد ګماني ده چې هغه به د خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مرسته ونه کړي، حق ذات فرمایلي دي: {وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُورًا} [او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې(وعده)] [الأحزاب سورت: 12 آیت].
همدا رنګه مسخره کول وي د حق او د حق د خاوندانو او هغوی ته سپکې سپورې ویل، سپکاوی یې کول او ملنډې ورپورې وهل، الله تعالی فرمایلي دي: {يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِم قُلِ اسْتَهْزِؤُواْ إِنَّ اللّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُون * (منافقان له دې نه وېرېږي چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دغو (منافقانو) په زړونو كې دي، ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا او مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ. وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُون} او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يوازې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟) [التوبة سورت: 64، 65 آیتونه].
او همدا رنګه د مسلمانانو عیب ګویي وي، رب العالمین فرمايلي: {الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (هغه كسان چې پر نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او پر هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دغه (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى) [التوبة سورت: 79 آیت].
همدا رنګه مؤمنانو ته دوکه ورکول او په عمل سره ځان ښودنه ده، الله تعالی فرمايلي: {يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُون} (دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلکو سره چې ايمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يوازې د خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري). [البقرة سورت: 9 آیت]، همدارنګه فرمایلي یې دي: ﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا﴾ (بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي سست (لټۍ) سره پاڅېږي، خلکو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ). [النساء سورت: 142 آیت]. او له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی چې فرمایلي دي: «تِلْكَ صَلَاةُ الْمُنَافِقِ، يَجْلِسُ يَرْقُبُ الشَّمْسَ حَتَّى إِذَا كَانَتْ بَيْنَ قَرْنَيِ الشَّيْطَانِ، قَامَ فَنَقَرَهَا أَرْبَعًا، لَا يَذْكُرُ اللهَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا». «هغه د منافق لمونځ دی چې ناست به وي لمر به څاري تر دې چې د شیطان د ښکرونو تر منځه شي، پاڅیږي او څلور ټونګې ولګوي او الله پکې نه یادوي مګر ډیر لږ». مسلم (622)، ابو داود (413)، ترمذي (160) او نسائي (511) روایت کړی.
او عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - فرمایلي دي: «وَلَقَدْ رَأَيْتُنَا وَمَا يَتَخَلَّفُ عَنْهَا إِلَّا مُنَافِقٌ مَعْلُومُ النِّفَاقِ». "او تا به مونږ لیدلو چې یوازې منافق ترې وروسته پاتې کیږي (د سهار له لمانځه څخه)، هغه چې منافقت یې ښکاره و". مسلم (654)، ابوداود (550)، نسائي (849) او ابن ماجه (777) روایت کړی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا تُضَارُّونَ فِي رُؤْيَةِ رَبِّكُمْ، إِلَّا كَمَا تُضَارُّونَ فِي رُؤْيَةِ أَحَدِهِمَا، قَالَ: فَيَلْقَى الْعَبْدَ، فَيَقُولُ... إلى أن قال: ثُمَّ يَلْقَى الثَّالِثَ، فَيَقُولُ لَهُ مِثْلَ ذَلِكَ، فَيَقُولُ: يَا رَبِّ، آمَنْتُ بِكَ، وَبِكِتَابِكَ، وَبِرُسُلِكَ، وَصَلَّيْتُ، وَصُمْتُ، وَتَصَدَّقْتُ، وَيُثْنِي بِخَيْرٍ مَا اسْتَطَاعَ، فَيَقُولُ: هَاهُنَا إِذًا، قَالَ: ثُمَّ يُقَالُ لَهُ: الْآنَ نَبْعَثُ شَاهِدَنَا عَلَيْكَ، وَيَتَفَكَّرُ فِي نَفْسِهِ: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْهَدُ عَلَيَّ؟ فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، وَيُقَالُ لِفَخِذِهِ وَلَحْمِهِ وَعِظَامِهِ: انْطِقِي، فَتَنْطِقُ فَخِذُهُ وَلَحْمُهُ وَعِظَامُهُ بِعَمَلِهِ، وَذَلِكَ لِيُعْذِرَ مِنْ نَفْسِهِ، وَذَلِكَ الْمُنَافِقُ، وَذَلِكَ الَّذِي يَسْخَطُ اللهُ عَلَيْهِ». «قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی تاسو به د خپل رب په لیدلو کې هیڅ ستونزه نه ګورئ مګر دومره لکه څومره چې ( له لمر او سپوږمۍ څخه ) د یو په لیدلو کې ګورئ، وایې: نو بنده سره به مخ شي ، نو وبه وایي... تر دې چې ویې وییل: بیا به دریم سره مخ شي، نو د هغه په څېر به ورته ووایي: نو وبه وایې: ای ربه پر تا مې ایمان راوړی او ستا په کتاب باندې او په ستا په رسولانو باندې او لمونځ مې کړی، روژه مې نیولې، زکات مې ورکړی، او څومره چې کولای شي نو همغومره به د ښېګڼو یادونه وکړي، نو وبه وایي: اوس نو همدلته بس کړه، وایې: بیا به ورته وویل شي: اوس به پر تا باندي مونږ خپل شاهد راولیږو، نو له ځان سره به فکر کوي چې: دا به څوک وي چې پر ما شاهدي وایي؟ نو په خوله به یې مهر ولګیږي، او ورون، غوښې او هډوکي ته به یې وویل شي: خبرې وکړه، نو ورون، غوښه او هډوکي به یې د هغه د کړنو په اړه خبرې وکړي، دا د دې لپاره چې پر ځان ورته عذر پاتې نه شي، او هغه منافق، او همدا نفر دی چې الله به پرې غصه وي». مسلم (2968) روایت کړی.
او الله تعالی خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او مؤمنانو ته امر كړی دی چې له د دوی سره وجنګېږي، الله تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِير * (اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او پر دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى. يَحْلِفُونَ بِاللّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدْ قَالُواْ كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُواْ بَعْدَ إِسْلاَمِهِمْ وَهَمُّواْ بِمَا لَمْ يَنَالُواْ وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِير} (دوی په الله قسمونه خوري چې دوی (څه) نه دې ویلي او یقینا یقینا دوی د کفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد کافران شوي دي او دوی د هغه څه اراده کړې ده چې دوی (هغه ته) ونه رسېدل او دوی په الله او د هغه په رسول عیب ونه لګاوه مګر ځکه چې الله له خپله فضله دوی غنیان کړل او د هغه رسول (د غنېمتونو په تقسیم سره) نو که دوی (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوی لپاره ډیر غوره وي او که دوی وګرځي (نو) الله به دوی ته په دنیا او اخرت (دواړو) کې ډیر دردوونکی عذاب ورکړي، په دې حال کې چې د دوی لپاره به په ځمکه کې کارساز او مددګار نه وي) [التوبة سورت: 73، 74 آیتونه].
او مونږ پوهیږو چې کوچنی نفاق له دین څخه ویستونکی ندی او نه عمل بربادوي او نه یې خاوند په اور کې د تل لپاره پاتې کیږي، او دا چې - نفاق - څانګې لري، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ، وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ». «څلور نخښې دي چې په چا کې وي سوچه منافق دی، او په چا کې چې یو لدې خویونو څخه وي نو په هغه کې د منافقت یو خوی شته تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې امانتدار وګرځول شي خیانت کوي او کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې تړون وکړي دوکه کوي، او کله چې جنګ کوي نو سپکې سپورې وایي». بخاري (34)، مسلم (58)، ابوداود (4688)، ترمذي (2632) او نسائي (5020) روايت کړی دی.
او أبو موسی - رضي الله عنه - له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «المؤْمِنُ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ، وَيَعْمَلُ بِهِ، كَالأُتْرُجَّةِ طَعْمُهَا طَيِّبٌ وَرِيحُهَا طَيِّبٌ، وَالمؤْمِنُ الَّذِي لَا يَقْرَأُ القُرْآنَ، وَيَعْمَلُ بِهِ، كَالتَّمْرَةِ طَعْمُهَا طَيِّبٌ وَلَا رِيحَ لَهَا، وَمَثَلُ المنافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ، كَالرَّيْحَانَةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ المنافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ القُرْآنَ، كَالحَنْظَلَةِ طَعْمُهَا مُرٌّ -أَوْ خَبِيثٌ- وَرِيحُهَا مُرٌّ». «هغه مؤمن چې قرآن لولي او عمل پرې کوي نو مثال یې لکه ترنج دی، چې خوند او بوی یې دواړه ښایسته دي، او هغه مؤمن چې قرآن نه لولي او عمل پرې کوي، نو مثال یې لکه د خرما دی چې خوند یې ښایسته دی او بوی نه لري او هغه منافق چې قرآن لولي نو مثال یې لکه د ریحان (کشمالي) دی چې بوی یې ښایسته او خوند یې تریخ دی، او د هغه منافق مثال چې قرآن نه لولي لکه د مړغوني دی چې خوند یې تریخ - او یا پلیت - دی او بوی یې تریخ دی». بخاري (5059)، مسلم (797)، ترمذي (2865)، نسائي (5038) او ابن ماجه (214) روایت کړی دی.
(بــاب البدعة) باب دی په بیان د بدعت کې
او مونږ پوهیږو چې ځینې له بدعتونو څخه شته چې د ایمان له اصل سره په ټکر کې دي او ځینې یې د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دي، ځکه شرک او کفري بدعتونه د ایمان له اصل سره مخالف دي، خو هغه بدعتونه چې شرک او کفر ته نه رسیږي نو هغه د ایمان د بشپړتیا سره په ټکر کې دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی زموږ لپاره دین بشپړ کړی دی او نعمت یې پر موږ تمام کړی دی، حق ذات فرمایلي دي: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]. او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ، فَهُوَ رَدٌّ». "چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړ چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي". بخاري (2697)، مسلم (1718)، ابوداود (4606) او ابن ماجه (14) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې له هغو شیانو څخه چې د ایمان له تکامل سره تضاد لري په دین کې بدعتونه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «وإيَّاكم ومُحْدَثاتِ الأمورِ؛ فإن كُلَّ مُحدَثَةٍ بدْعَةٌ، وكل بدعَةٍ ضَلالةٌ». «او ( په دین کې له نوښت څخه ) ځان وساتئ؛ یقینا چې ( په دین کې هر نوښت راوستل) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده». ابو داود (۴۶۰۷)، ترمذي (۲۶۷۶)، ابن ماجه (۴۲)، احمد (۱۷۱۴۴)، ابن ابي عاصم په سنن (۲۶) او ابن وضاح په البدع (۵۴) کې روایت کړی دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا». «چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هیڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هیڅ نه کمیږي». مسلم (2674)، ابو داود (4609)، الترمذي (2674) او ابن ماجه (206) روایت کړی دی.
او بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې د دې لپاره باب ایښی دی او ویلي یې دي: «باب إثم من دعا إلى ضلالة؛ أو سنَّ سنة سيئة) یعنې باب دی د هغه چا د ګناه په باره کې چې ګمراهۍ ته بلنه ورکوي او یا د یو بد کار بنسټ ږدي)او پدې اړه یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا راوړې ده: «لَيْسَ مِنْ نَفْسٍ تُقْتَلُ ظُلْمًا، إِلَّا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْهَا -وَرُبَّمَا قَالَ سُفْيَانُ: مِنْ دَمِهَا- لِأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ القَتْلَ أَوَّلًا». "هیڅ نفس په ناحقه نه وژل کیږي، مګر دا چې د آدم لومړی زوی به په هغې کې خپله برخه ولري - او سفیان ویلي وي چې د هغه په وینې - تویلو کې - : ځکه چې هغه لومړی کس و چې د قتل بنسټ یې ایښی دی". بخاري (7321)، مسلم (1677)، ترمذي (2673)، نسائي (3985) او ابن ماجه (2616) روایت کړی دی.
او له ابو سعید - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ سَلَكُوا جُحْرَ ضَبٍّ لَسَلَكْتُمُوهُ»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اليَهُود، وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: «فَمَنْ» ؟!. "یقینا چې تاسو به لویشت په لویشت، ذراع په ذراع د هغه کسانو طریقې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، تر دې که د خادمۍ ( سمسارې) سوړې ته ننوځي نو تاسو به ورپسې شئ" مونږ وویل: ای د الله رسوله! آیا یهود او نصارا؟ هغه وویل: نو څوک؟! بخاري (3456) او مسلم (2669) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې الله - تعالی - له تفرقې او اختلاف څخه منع فرمایلې ده، د لوړ شان او شوکت خاوند چې نومونه یې سپېڅلې دي فرمایلي دي: {وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيم} (او تاسو د هغو خلکو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلک (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى) [آل عمران سورت: 105 سورت]، او الله تعالی فرمایلي : {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي) [النور سورت: 63 آیت].
او مونږ پوهیږو چې د قبرونو تعظیم او له پاسه پرې ودانۍ جوړول له بدعتونو څخه دي، او کله هم دا عمل شرک ته رسیږي، او له بدعت څخه پدې هېله د نیکانو انځورول دي چې له مرګ نه وروسته یې ورپسې اقتدا وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «... أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ». «... خبردار اوسئ! چې ستاسو څخه مخکي خلکو د خپلو انبياوو او نيکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، نو پام وکړئ چې تاسو یې جوماتونه ونه ګرځوئ، زه تاسو لدې کار څخه منع کوم». مسلم (532) روایت کړی دی.
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې : ام حبیبې او ام سلمې د هغې کلیسا یادونه وکړه چې په حبشه کې یې لیدلې وه او کوم انځورونه چې پکې وو، نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې یادونه وکړه، هغه وفرمایل: «إِنَّ أُولَئِكَ إِذَا كَانَ فِيهِمُ الرَّجُلُ الصَّالِحُ فَمَاتَ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، فَأُولَئِكَ شِرَارُ الخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ القِيَامَةِ». «یقینا هغوی داسې خلک دي چې کله به پکې یو نیک سړی و او هغه به مړ شو نو په قبر به یې ورته جومات جوړ کړ، او هغه انځورونه به یې په کې جوړ کړل، نو دغه خلک د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد تر ټولو بد خلک دي». بخاري (427)، مسلم (528) او النسائي (704) روایت کړی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مجسمو د ړنګولو او د قبرونو د برابرولو امر کړی دی. له ابو الهیاج الاسدي څخه روایت دی وایي: علي بن ابي طالب رضي الله عنه راته وویل: آیا زه تا هغه څه پسې ونه لیږم چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورپسې لیږلی وم؟ هیڅ مجسمه پرې نږدې مګر ړنګه یې کړه او هیڅ لوړ قبر پرې نږدې مګر برابر یې کړه. مسلم (969)، ابو داود (3218)، ترمذي (1049) او نسائي (2031) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې د ناوړه بدعتونو له جملې څخه بدعتي جشنونه او همدارنګه له کافرانو سره د هغوی په اخترونو کې ګډون کول دي، فعن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ: «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟» قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْأَضْحَى، وَيَوْمَ الْفِطْرِ». له انس بن مالک -رضي الله عنه- څخه روایت دی، چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مدینې ته راغی، پداسې حال کې چې دوی د لوبو لپاره دوه ورځې درلودلې، نو ویې فرمایل: "دا کومې دوه ورځې دي؟" هغوی وویل: مونږ به په جاهلیت کې پدې دوو ورځو کې لوبې کولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یقینا چې الله تعالی درته د دې په بدل کې لدې نه غوره درکړي دي: د قربانۍ ورځ ( لوی اختر ) او د فطر ورځ ( کوچنی اختر )». ابو داود (1134)، نسائي (1556)، او اسماعيل بن جعفر د علي بن حجر په حدیث کې (62)، احمد (12827) او عبد بن حميد (1392) روايت کړى دى.
او هغه پاک ذات چې د سپیڅلې ثنا خاوند دی فرمایلي: {لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَن سَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلاَ يُنَازِعُنَّكَ فِي الأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُّسْتَقِيم} (د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلکو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې) [الحج سورت: 67 آیت]. او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه د الله تعالی په دې قول کې راغلي دي:{لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ}: «وايي: اختر»، تفسیر الطبري (۱۸/۶۷۹) او ابن ابي حاتم په تفسیر (۱۴۷۱۸) کې. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا، وَهَذَا عِيدُنَا». "یقینا چې هر قوم ځانته یو اختر لري، او دا زموږ اختر دی". بخاري (۹۵۲)، مسلم (۸۹۲)، ابو داود (۱۵۹۳) او ابن ماجه (۱۸۹۸) روایت کړی.
او مونږ پوهیږو چې له ناوړه بدعتونو څخه یو له هغه څه نه د برکت غوښتل دي چې الله تعالی د برکت لپاره سبب نه وي ګرځولی، او کله دا - کار - د شرک لپاره وسیله ګرځي، فعن أبي واقد الليثي رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَمَّا خَرَجَ إِلَى حُنَيْنٍ مَرَّ بِشَجَرَةٍ لِلْمُشْرِكِينَ يُقَالُ لَهَا: ذَاتُ أَنْوَاطٍ، يُعَلِّقُونَ عَلَيْهَا أَسْلِحَتَهُمْ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اجْعَلْ لَنَا ذَاتَ أَنْوَاطٍ كَمَا لَهُمْ ذَاتُ أَنْوَاطٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «سُبْحَانَ اللَّهِ! هَذَا كَمَا قَالَ قَوْمُ مُوسَى: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} [الأعراف: 138] وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَرْكَبُنَّ سُنَّةَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ». له أبو واقد اللیثی - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې کله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حنین لورې ته ووت نو د مشرکانو په یوه ونه تېر شو چې هغې ته یې ( ذات انواط ) ویلې - چې دوی به پکې خپلې وسلې ځړولې، نو دوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ ته هم یو ذات انواط وګرځوه لکه څرنګه چې دوی ذات انواط لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: سبحان الله! دا داسې خبره ده لکه د موسی قوم چې وویل: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} (اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي)، [الأعراف سورت: 138 آیت] قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ». ترمذي (2180)، معمر په الجامع (20763) کې، عبد الرزاق په التفسير (931) کې او ابن ابي شیبه (38530) روایت کړی دی.
(بــاب كبائرالذنوب) باب دی په بیان د لویو ګناهونو کې
او مونږ پوهیږو چې په ګناهونو کې لوی او واړه ګناهونه شته، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلاَّ اللَّمَمَ} (هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه). [النجم سورت: 32 آیت]، او همدار نګه الله - تعالی- فرمایلي دي: {إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلاً كَرِيمًا} (كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو) [النساء سورت: 31 آیت].
وعن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رجل: يا رسول الله، أي الذنب أكبر عند الله ؟ قال: «أن تدعو لله ندًّا وهو خلقك»، قال: ثم أي؟ قال: «أن تقتل ولدك خشية أن يطعم معك»، قال: ثم أي؟ قال: «أن تزاني حليلة جارك»؛ فأنزل الله تصديقها: {وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ} . او له عبدالله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې یو سړي وویل: ای د الله رسوله! د الله تعالی په نزد کومه ګناه لویه ده؟ ويې ويل: چې له الله سره شریک راوبلې حال دا چې هغه پیدا کړی یې» ويې ويل: بيا کومه؟ ويې ويل: چې اولاد لدې ویرې ووژنې چې خواړه به درسره وخوري»، ويې ويل: بيا کومه؟ هغه وفرمایل: د خپل ګاونډي ښځې سره زنا کول»؛ بیا الله تعالی د هغه تصدیق نازل کړ: {وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ} . {او هغه کسان چې د الله سره بل معبود نه بولي او نه هغه نفس وژني چې الله حرام کړی دی مګر په حقه سره او زنا نه کوي}. بخاري (6001) او مسلم (86) روایت کړی دی.
او پوهیږو چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَـذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُون} (او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د هغوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې هغوى ښه خوشالېږي) [التوبة سورت: 124 آیت]. اطاعتونه ایمان زیاتوي او تقویه کوي، او ګناهونه ایمان کموي او کمزوری کوي، نو هغه ګناهونه - چې د کفر او شرک څخه کم دي - د ایمان له بشپړتیا سره په ټکر کې دي، او د کبیره ګناه له مرتکب څخه ټول ایمان نه ځي، همدارنګه د دې مستحق هم ندی چې د مطلق مؤمن نسبت ورته وشي، ځکه چې هغه داسې یو کار کړی دی چې ایمان یې کموي، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَنْتَهِبُ نُهْبَةً، يَرْفَعُ النَّاسُ إِلَيْهِ فِيهَا أَبْصَارَهُمْ، حِينَ يَنْتَهِبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ»، "زناکار زنا نه کوي کله یې چې کوي او حال دا چې هغه مومن وي، او هغه شراب نه څښي کله یې چې هغه څښي په داسې حال کې چې هغه مومن وي او هغه غلا نه کوي کله چې غلا کوي په داسې حال کې چې هغه مومن وي، او نه هیڅ شی په لوټ مارۍ سره اخلي پداسې حال کې چې ټول خلک ورته په رڼو سترګو ګوري او دا مؤمن وي». بخاري (2475)، او مسلم (57).) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، «چا چې له تاسو څخه ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، مسلم (49) روایت کړی دی. او رسول الله - صلى الله عليه وسلم - د هغه څه په اړه خبر ورکاوه چې د قيامت په ورځ به وي نو ویې فرمایل: «... فَيَقُولُ اللهُ تَعَالَى: اذْهَبُوا فَمَنْ وَجَدْتُمْ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالَ دِينَارٍ مِنْ إِيمَانٍ فَأَخْرِجُوهُ...» ، «... نو الله تعالی به وفرمایي: لاړ شئ، د چا په زړه کې چې د یو دینار په اندازه له ایمان څخه وي، نو - له اور نه- یې راوباسئ ...»، بخاري (۷۴۹۳) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی. نو دا حدیثونه په ډاګه کوي چې ګناهونه ایمان کمزوری کوي.
او د کبیره ګناه مرتکب د کبیره ګناه له امله په سزا ګواښل شوی تر دې چې توبه ورڅخه ونه کړي او يا پرې حد جاري نه شي- که چیرته کبیره ګناه له هغو ګناهونو څخه وي چې په مرتکب یې حد جاري کیږي- او یا ورته الله تعالی د مغفرت له اسبابو څخه په یو سره بخښنه وکړي چې هغه زیات دي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء} (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي) [النساء سورت: 48 آیت].
(كتاب الصحابة والإمامة) کتاب دی په بیان د صحابه کرامو کې او په بیان د امامت کې
(بــاب الصحــابة وآل البيت رضي الله عنهم) باب دی د صحابه کرامو او دآل البیت( د رسول الله کورنۍ) - رضي الله عنهم - په باره کې
او مونږ ایمان لرو چې الله - جل جلاله - د خپل پېغمبر - صلی الله عليه وسلم - اصحابان غوره کړي او له پېغمبرانو وروسته يې د خپل مخلوق سپیڅلي خلک ګرځولي دي، د هغوى صفتونه يې په تورات او انجیل کې ذکر کړي دي او د هغوی ستاينه يې کړې ده. الله تعالی فرمایلي دي: {مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا} (محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده) [الفتح سورت: 29 آیت]، او حق ذات له هغوی څخه د خپلې خوښۍ یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ} (او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، او هغه د دوی لپاره داسې جنتونه تیار کړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوی به په هغو کې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه کامېابي ده). [التوبة سورت: 100 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې صحابه کرام د ټولو نسلونو غوره خلک دي. فعن عبدالله قال: سُئِلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: أَيُّ النَّاسِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ». له عبدالله څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې په خلکو کې کوم خلک غوره دي؟ هغه وویل: «زما پیړۍ، بیا هغه څوک چې د دوی پسې دي، بیا هغه څوک چې د دوی پسې دي». بخاري (6658)، مسلم (2533)، ترمذي (3859) او ابن ماجه (2362) روایت کړی دی.
او مونږ باور لرو چې مهاجرین له انصارو -رضي الله عنهم- څخه غوره دي، له همدې امله، الله تعالی دوی په خپل کتاب کې لومړي ذکر کړي دي، لکه څنګه چې د "توبې سورت" په مخکني آیت کې راغلي، او الله تعالی په خپل کتاب کې د مهاجرینو ستاینه کړې ده نو فرمایلي یې دي: {لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُون} [(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي، همدغه كسان رښتیني دي] [الحشر سورت: 8 آیت].
الله -تعالی- د انصارو په اړه فرمايلي دي: {وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلاَ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون} (او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خپلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې خپل نفس یې له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي) [الحشر سورت: 9 ایت].
او مونږ پدې عقیده یو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د دې امت تر ټولو غوره : ابوبکر، بیا عمر، بیا عثمان، بیا علي رضی الله عنهم دي، نو د دوی ترتیب په فضیلت کې داسې دی لکه د دوی ترتیب په خلافت کې.
او مونږ د هغو لسو کسانو لپاره شاهدي ورکوو چې د جنت زیری ورکړل شوی دی، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته شاهدي ورکړې ده، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم - چې فرمایلي دي: «أَبُو بَكْرٍ فِي الجَنَّةِ، وَعُمَرُ فِي الجَنَّةِ، وَعُثْمَانُ فِي الجَنَّةِ، وَعَلِيٌّ فِي الجَنَّةِ، وَطَلْحَةُ فِي الجَنَّةِ، وَالزُّبَيْرُ فِي الجَنَّةِ، وَعَبْدُالرَّحْمَنِ بْنُ عَوْفٍ فِي الجَنَّةِ، وَسَعْدٌ فِي الجَنَّةِ، وَسَعِيدٌ فِي الجَنَّةِ، وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الجَرَّاحِ فِي الجَنَّةِ». «أبوبکر په جنت کې دی، عمر په جنت کې دی، عثمان په جنت کې دی، علي په جنت کې دی، طلحه په جنت کې دی، زبیر په جنت کې دی، عبد الرحمن بن عوف په جنت کې دی، سعد په جنت کې دی، سعید په جنت کې دی او أبو عبیدة بن الجراح په جنت کې دی». ترمذي (3747) روایت کړی دی، احمد په مسند (1675) او په فضائل الصحابة کې (278) او ابن ابي عاصم په الآحاد او المثاني (232) کې روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د بدر د خلکو لپاره داسې مرتبه ده چې د بل چا لپاره نشته، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي لکه څرنګه چې په حديث کې راغلي دي: «... وَمَا يُدْرِيكَ، لَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يَكُونَ قَدِ اطَّلَعَ عَلَى أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ؛ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ». «...او ته څه پوهېږې، ښايي چې الله پاک د بدر خلکو ته راښکاره شوی وي او داسې یې ویلي وي: هر څه چې غواړئ هغه وکړئ. ما تاسو ته بخښنه کړې ده». بخاري (3007)، مسلم (2494)، ابوداود (2650) او ترمذي (3305) روایت کړی دی.
وعن معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي عن أبيه -وكان أبوه من أهل بدر- قال: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: «مَا تَعُدُّونَ أَهْلَ بَدْرٍ فِيكُمْ؟» قَالَ: مِنْ أَفْضَلِ المسْلِمِينَ، أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا، قَالَ: «وَكَذَلِكَ مَنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ المَلَائِكَةِ». او له معاذ بن رفاعة بن رافع الزرقي څخه روایت دی هغه له خپل پلار څخه روایت کوي - او پلار یې له بدریانو څخه و، هغه وویل: جبرائیل علیه السلام نبي علیه السلام ته راغی. ويې ويل: «تاسو د بدر خلک په خپلو کې څنګه ګڼئ؟ هغه وفرمایل: له غوره مسلمانانو څخه، یا دې ته ورته یوه کلمه، هغه وفرمایل: همدا رنګه هغه پرښتې چې په بدر کې یې ګډون کړی دی». بخاري روایت کړی (3992).
او مونږ په هغه څه شاهدي ورکوو چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پرې د بیعة الرضوان خلکو ته شاهدي ورکړې وه؛ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا يَدْخُلُ النَّارَ أَحَدٌ مِمَّنْ بَايَعَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ»، "هیڅوک به له هغه خلکو څخه دوزخ ته داخل نه شي چې د ونې لاندې یې بیعت کړی دی". ابوداود (۴۶۵۳)، ترمذي (۳۸۶۰)، ابو الجهم په (۱) خپله رساله کې، احمد (۱۴۷۷۸) کې او نسائی په الکبری (۱۱۴۴۴) کې روایت کړی دی. او دوی په خپل دې بیعت کې کامیاب شول، تر دې چې الله تعالی د دوی په اړه وفرمایل: {إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ} (بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى) [الفتح سورت: 10 آیت]. او مونږ پوهیږو چې الله تعالی له دوی څخه راضي شوی دی، لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل نازل کړی شوي کتاب کې فرمایلي دي: {لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا} (یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ) [الفتح سورت: 18 آیت].
او مونږ پدې باور یو چې لوی څښتن تعالی د هغه -صلی الله علیه وسلم- کورنۍ په یو لړ فضیلتونو او حقونو سره ځانګړې کړې ده، نو لدوی سره محبت، دوستي، او د حقونو مراعتول یې واجب دي، د دوی له حقونو څخه یو دا دی چې الله تعالی ورته په خمس - (د غنیمت په مال کې پنځمه برخه )، فیئ ( هغه مال چې د کافرانو څخه له جګړې پرته د مسلمانانو لاس ته ورغلی وي) - برخه ټاکلې ده، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - امر کړی چې د هغه تر څنګه دې پر دوی باندې هم درود وویل شي، نو مونږ ته یې فرمایلي دي چې: ووایئ: «اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيمَ وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد» «یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. او پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
او د دوی له فضیلتونو څخه ځینې هغه دي چې الله - تعالی - په خپلې دې وینا کې ورڅخه یادونه کړې ده: {يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا * (اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې ) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (کنه) نو هغه كس به په تمه كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي. وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا} او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، په پاکولو سره). [الأحزاب سورت: 32، 33 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَى بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَجُهُۥٓ أُمَّهَتُهُمۡۗ﴾ (نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي). [الأحزاب سورت: 6 آیت].
وعن عائشةَ رضي الله عنها قالت: خرج النَّبِي صلى الله عليه وسلم غداةً وعليه مِرْطٌ مُرَحَّل مِن شَعر أسود، فجاء الحسن بن علي فأدخله، ثمَّ جاء الحُسين فدخل معه، ثمَّ جاءت فاطمةُ فأدخلَها، ثمَّ جاء عليٌّ فأدخله، ثمَّ قال: «إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ البَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا». له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یو سهار پداسې حال کې راووت چې د تورو وړیو او د اوښانو انځورونو درلودونکې چپن یې اغوستې وه، نو حسن بن علي -رضی الله عنه- راغی، هغه یې ننویست، بیا حسین راغی او هغه یې هم له ځان سره ننویست، بیا فاطمه راغله هغه یې هم ننویستله، بیا علي راغی هغه یې هم ننویست، بیا یې وفرمایل: «إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ البَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» (بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، په پاکولو سره). مسلم (2424) روایت کړی دی.
او له واثلة بن الأسقع - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى كِنَانَةَ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَاصْطَفَى قُرَيْشًا مِنْ كِنَانَةَ وَاصْطَفَى مِنْ قُرَيْشٍ بَنِي هَاشِمٍ وَاصْطَفَانِي مِنْ بَنِي هَاشِمٍ». «الله - تعالی - د اسماعیل له اولادې څخه کنانه غوره کړې ده، بیا یې قریش له کنانه څخه غوره کړې دي، له قریشو یې بني هاشم غوره کړي او زه یې له بني هاشمو څخه غوره کړی یم». مسلم (2276) روایت کړی دی.
وعن زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رضي الله عنه قَالَ: قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمًا فِينَا خَطِيبًا بِمَاءٍ يُدْعَى خُمًّا بَيْنَ مَكَّةَ وَالْمَدِينَةِ، فَحَمِدَ اللَّهَ وَأَثْنَى عَلَيْهِ، وَوَعَظَ، وَذَكَّرَ، ثُمَّ قَالَ: «أَمَّا بَعْدُ أَلَا أَيُّهَا النَّاسُ فَإِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ يُوشِكُ أَنْ يَأْتِيَ رَسُولُ رَبِّي فَأُجِيبَ وَأَنَا تَارِكٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ الْهُدَى وَالنُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللَّهِ وَاسْتَمْسِكُوا بِهِ». فَحَثَّ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ وَرَغَّبَ فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: «وَأَهْلُ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي، أُذَكِّرُكُمُ اللَّهَ فِي أَهْلِ بَيْتِي». او له زید بن أرقم - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په (ماء خم ) نومې ځای کې چې د مکې او مدینې تر منځ دی زمونږ په منځ کې خطبه ویونکی ودرید، نو د الله تعالی حمد او ستاینه یې ادا کړه، وعظ او نصیحت یې وکړ، بیا یې وویل: «أَمَّا بَعْدُ: خبردار اوسې ای خلکو، بېشکه چې زه یو بشر یم کیدی شی د رب استازی مې راشي او زه ورته لبیک ووایم (وفات شم) نو زه په تاسو کې ثقلین پریښودونکی یم چې لومړی یې د الله کتاب دی، چې په هغه کې هدایت او رڼا ده نو د الله کتاب واخلئ او منګولې پرې ولګوئ ». نو د الله تعالی په کتاب یې ټینګار وکړاو خلک ورته تشویق کړل، بیا یې وویل: « او زما کورنۍ، نو زه د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم، د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم، د خپلې کورنۍ په اړه تاسې ته الله دریادوم». مسلم (2408) روایت کړی دی.
او صحابه کرامو د پيغمبر- صلی الله علیه وسلم - د خپلوانو حقونه او فضیلت پېژندلی و، تر دې چې أبو بکر - رضي الله عنه - علي- رضي الله عنه - ته وویل: «والذي نفسي بيدِه لَقرابةُ رسول الله صلى الله عليه وسلم أحبُّ إليَّ أنْ أَصِلَ من قرابَتِي». «په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح یې په لاس کې دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خپلوي راته د خپلو خپلوانو سره له خپلوۍ پالنې څخه ډیره غوره ده». بخاري (3508) او مسلم (1759) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ته له کنځلو کولو څخه منع فرمایلي ده، ویلي یې دي: «لَا تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلَا نَصِيفَهُ». "زما صحابه و ته کنځلې مه کوئ، ځکه که په تاسو کې یو د احد د غره په اندازه سره زر صدقه کړي د هغوی د یو موټي په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي او نه د موټي نیمایي ته". بخاري (3673)، مسلم (2541)، ابوداود (4658) او ترمذي (3861) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم - دا خبره - بیان کړې ده چې د انصارو سره محبت کول د ایمان نخښه او له هغوی څخه نفرت کول د منافقت نخښه ده، رسول لله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «آيَةُ الإِيمَانِ حُبُّ الأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ». «له انصارو سره محبت کول د ایمان نخښه ده او له انصارو څخه کرکه کول د منافقت نخښه ده». بخاري (17)، مسلم (74) او نسائي (5019) روایت کړی.
او سعید بن زید بن عمرو بن نفیل - رضي الله عنه - فرمایلي دي: «لَمَشْهَدُ رَجُلٍ مِنْهُمْ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَغْبَرُّ فِيهِ وَجْهُهُ، خَيْرٌ مِنْ عَمَلِ أَحَدِكُمْ عُمُرَهُ، وَلَوْ عُمِّرَ عُمُرَ نُوحٍ». «له هغوی څخه د یو سړي یوه صحنه چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره تېره کړې وي او مخ یې پکې ګردجن شوی وي، ستاسو د یوه له ټول عمر څخه غوره ده که څه هم د نوح عمر ورکړل شوی وي». أبو داود (4650) روایت کړی دی.
(باب وجوب طاعة ولاة الأمر) باب دی پدې باره کې چې د چارواکو اطاعت واجب دی
او مونږ پوهیږو چې مسلمانو چارواکو ته غوږ نیول او د هغوی پیروي کول واجب دي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ} [اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو (واکمنانو)]، [النساء سورت: 59 آیت]، او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ حَقٌّ مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِالْمَعْصِيَةِ فَإِذَا أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ وَلَا طَاعة». «اوریدل او اطاعت کول حق دي تر څو چې په معصیت ( د الله په نافرمانۍ ) امر ونه شي، کله چې په معصیت امر وشي نو نه اوریدل شته او نه اطاعت». بخاري (۲۹۵۵) او مسلم (۱۸۳۹) روایت کړی دی.
او په " صحیحینو " کې د عبادة بن صامت - رضي الله عنه - څخه روايت دی چې فرمايي: «بَايَعْنَا رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وَعَلَى أَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَعَلَى أَلَّا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ، وَعَلَى أَنْ نَقُولَ بِالْحَقِّ أَيْنَمَا كُنَّا، لَا نَخَافُ فِي اللهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ». «مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په سخته او آسانه، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به لومړیتوب - هغه- ته ورکوو، او په واک کې به یې له خاوندانو سره شخړه نه کوو او پدې چې حق به وایو که هر چېرته وو، او د الله تعالی په اړه به د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه ویریږو». بخاري (7055) او مسلم (1709) روایت کړی.
ابو زرعة رحمه الله فرمایلي دي: «...او مونږ به په هر وخت او زمانه کې د مسلمانانو له امامانو سره د جهاد او حج فرض اداء کوو او د امامانو په وړاندې بغاوت او د فتنو پر مهال جګړې روا نه بولو، او د هغه چا خبره اورو او اطاعت یې کوو چې الله تعالی ورته زمونږ چارې سپارلي وي، او مونږ له اطاعت څخه لاس نه په سر کیږو او د سنت او جماعت پیروي کوو». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة، د امام لالكائي (1/175)
او د چارواکو اطاعت په روا کړنو کې واجب او په ناروا کړنو کې حرام دی، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - وینا ده لکه څرنګه چې د ابن عمر - رضي الله عنه - په تېر حدیث کې راغلي و: «...مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِالْمَعْصِيَةِ، فَإِذَا أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ وَلَا طَاعة»؛ «...تر څو چې په معصیت ( د الله په نافرمانۍ ) امر نه وي شوی، کله چې په معصیت امر وشي نو نه اوریدل شته او نه اطاعت». او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «لَا طَاعَةَ فِي مَعْصِيَةٍ، إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ». "په نافرمانۍ کې اطاعت نشته، مګر په نیکۍ کې اطاعت شته". بخاري (۷۲۵۷) او مسلم (۱۸۴۰) روایت کړی دی .
امام ابو ابراهيم المزني فرمايلي دي: «د حاکمانو اطاعت په هغه څه کې کیږي چې الله تعالی ته د خوښۍ وړ وي، او له هغه څه نه ډډه کول چې الله تعالی پرې ناراضه کیږي، او د دوی د تیري او ظلم پر مهال پرې له خروج څخه ډډه کول، او الله تعالی ته توبه کول، ترڅو د رعیت لپاره د دوی په زړونو کې رحم واچوي». شرح السنة د المزني (مخ: 84).
پای
ستاینه هغه ذات لره ده چې په نعمت سره یې نیکۍ بشپړیږي، او درود او سلام په هغه چا وایو چې د عالمیانو لپاره رحمت رالیږل شوی دی، او د الله تعالی شکر ادا کوو؛ هغه ذات چې د دې لوی مبارک سفر د پای ته رسولو لورینه یې راباندې وکړه، او وایو لکه څرنګه چې جنتیان وایي: {أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين} (ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى) [يونس سورت: 10 آیت]. او لکه څرنګه چې مونږ ته زمونږ رب امر کړی دی: {قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلاَمٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُون} (ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي) [النمل سورت: 59 آیت].
موږ له څښتن تعالی څخه سوال کوو چې دا کار خاص د هغه د رضا او د پيغمبرانو د سالار د لارښوونو سره برابر، بندګانو ته یې ګټه رسوونکی او زمونږ لپاره د قیامت په ورځ شفاعت کوونکی وګرځوي.
او مونږ پدې پوهیږو که څومره زیار هم وباسو، نشو کولای دا مبارکه موضوع راونغاړو، ځکه چې د الله تعالی، او د پرښتو، کتابونو، رسولانو، د آخرت ورځ، قضا او قدر په اړه خبرې دي، خو کتاب د حق تعالی پدې وینا سره پای ته رسوو: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: 67 آیت].