د نبوي مسجد زیارت کول په هر وخت کې مستحب دي او کوم ځانګړی وخت نه لري، دا د حج له مراسمو څخه نه دی، او په حاجیانو - نارینه او ښځینه وو - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر او د بقیع هدیرې زیارت حتمي او لازمي نه دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر د زیارت (په نیت) سفر کول جائز نه دي، ځکه قبرونو ته د عبادت په نیت سفر نه کیږي، بلکې یوازې درې جوماتونه دي چې د عبادت لپاره ورته سفر کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«دریو جوماتونو ته له تګ پرته نورو ځایونو ته د کډو تړل ناروا دي چې هغه: زما دغه جومات، مسجد الحرام، او الأقصی جوماتونه دي».
نو څوک چې له مدینې لرې وي د قبر د زيارت په نيت ورته سفر کول روا نه دي، بلکې د نبوي جومات د زيارت په نيت ورته سفر کول روا دي، کله چې هلته ورسيږي، نو د هغه صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د قبرونو زیارت کوي، نو د قبر زیارت یې د نبوي مسجد د زیارت په پایله کې راځي.
ښځې ته روا نه دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یا د بل چا د قبر زیارت ته لاړه شي؛ هغه صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چې د قبرونو زیارت ته ځي، ځکه چې هلته له هغوی څخه ژړاګانې، فریادونه، بې حجابي او نورې شرعي سرغړونې کیږي، خو ورته مستحب دي چې په مسجد او نورو ځایونو کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات درود ووایي، ځکه چې د هغوی درود له هر ځای څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«له کورونو مو مقبرې مه جوړوئ او زما قبر د عبادت ځای مه ګرځوئ، پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي».او (رسول الله) صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«الله -تعالی- داسې ملاېکې لري چې په ځمکه کې ګرځي او زما له امت څخه ماته سلام رارسوي».
کله چې نبوي جومات ته ورسیږي ورته مستحب دي چې د ننوتلو پر مهال خپله ښۍ پښه مخکې کړي او ووایي: (اللَّهم افتح لي أبواب رحمتك) یا الله ماته دې د رحمت دروازې پرانیزه، لکه څنګه چې دا دعا هر جومات ته د ننوتلو پر مهال وایي.
او د نبي صلی الله علیه وسلم جومات ته د ننوتلو لپاره کوم ځانګړی ذکر نشته.
بیا دوه رکعته تحیة المسجد لمونځ کوي.
که چیرته د لمانځه څخه د ممانعت وخت نه و، کولی شي څومره چې وغواړي دوه دوه رکعته نفلي لمونځونه وکړي، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».
هڅه دې وکړي چې په روضه کې لمونځ وکړي - کوم چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د منبر او د هغه د حجرې ترمنځ ځای دی - البته که دا کار شونی و، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«زما د کور او منبر ترمنځ د جنت له باغچو څخه یوه باغچه ده».
که دا کار شونی نه و، کولی شي د جومات په هره برخه کې یې وکړي، البته دا د جماعت د لمانځه پرته لمونځونه دي، او د جماعت د لمانځه لپاره باید هڅه وکړي چې په لومړي صف کې یې ادا کړي کوم چې د امام پسې دی؛ ځکه پدې اړه عام دلایل راغلي دي.
او کله یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صاحبینو د قبرونو زیارت کول غوښتل:
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر مخې ته به په ادب او احترام سره ودریږي او په ټیټ غږ سره به پرې پدې الفاظو سلام ووایي: (السلام عليك يا رسول اللَّه ورحمة اللَّه وبركاته)، او که دا الفاظ یې وویل هم باک نه لري: (أشهد أنك رسول اللَّه حقّاً، وأنك قد بلّغت الرسالة، وأدّيت الأمانة، وجاهدت في اللَّه حق جهاده، ونصحت الأمة، فجزاك اللَّه عن أمتك أفضل ما جزى نبياً عن أمته) (یعنې زه ګواهي ورکوم چې ته په حقه د الله رسول یې، او پدې چې تا خپل رسالت او امانت ادا کړي او د الله په لار کې دي حق جهاد کړی، امت ته دې نصیحت کړی، نو الله تعالی دې د امت لخوا تاته غوره بدله درکړي، هغه بدله چې (الله تعالی) یې یو نبي ته د هغه د امت پر سر ورکوي).
بیا به ښي لاس ته لږ مخکې شي او په ابوبکر صدیق رضي الله عنه به سلام واچوي.
بیا به لږ نور هم ښي لاس ته مخکې شي او په عمر بن الخطاب رضي الله عنه به سلام واچوي، او ابن عمر رضي الله عنهما به چې کله په رسول الله - صلی الله علیه وسلم - او صاحبینو یې سلام اچاوه نو لدې الفاظو به یې نه زیاتول: (السلام عليك يا رسول اللَّه، السلام عليك يا أبا بكر، السلام عليك يا أبتاه) (سلام دې وي پر تا ای د الله رسوله، سلام دې وي پر تا ای ابوبکره، سلام دي وي پر تا ای پلار جانه، بیا به نور ترې روان شو).
او نه ښایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صاحبینو د قبرونو سره د اوږد مهال لپاره ودریږي یا دعا وکړي، ځکه دا کار امام مالک مکروه ګڼلی او ویلي یې دي: دا بدعت دی او سلفو ندی کړی، او د دې امت وروستي به یوازې هغه څه اصلاح کړي چې لومړني یې اصلاح کړي دي.
او همدارنګه، هغه څه چې ځینې زیارت کوونکي او نور یې د هغه صلی الله علیه وسلم د قبر سره د دعا کولو پر مهال کوي چې قبر ته مخ اړوي او لاسونه پورته کوي، نو دا ټول هغه څه دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو سلف صالح او د هغوی د پیروانو خلاف عمل دی، بلکې دا د نوي جوړ شويو نوښتونو او بدعتونو څخه دي.
همدا رنګه هغه څه چې ځینې زیارت کوونکي یې په رسول الله صلی الله علیه وسلم د سلام اچولو پر مهال کوي چې خپل ښی لاس پر چپ د سینې له پاسه یا ښکته ږدي لکه لمونځ چې کوي، نو پر هغه د سلام اچولو پر مهال دا دریځ جواز نه لري، ځکه دا حالت په خشوع، عاجزۍ او عبادت دلالت کوي چې یوازې د الله لپاره ښایي چې وشي، لکه پدې اړه چې حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې د علماوو په حواله روایت کړی دی.
او هیچاته روا نه دي چې الله تعالی ته د نږدې کېدلو په نیت حجره شریفه لمس کړي، یا ترې طواف وکړي، او نه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د حاجت د پوره کولو، یا د ناروغ د شفا او یا بل څه سوال وکړي؛ ځکه دا ټول یوازې له الله تعالی څخه غوښتل کیږي.
د مدینې منورې زیارت کوونکي ته هلته د استوګنې پر مهال مستحب دي چې د قباء مسجد لیدو ته لاړ شي او لمونځ پکې وکړي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هلته سپور او پياده په دواړو حالتونو کې تګ کاوه او دوه رکعته لمونځ به یې پکې کاوه، د سهل بن سعد څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«چا چې په کور کې طهارت وکړ، بیا د قباء مسجد ته ولاړ او لمونځ یې پکې وکړ، نو د عمرې په اندازه اجر ورکول کیږي».
د سړیو لپاره د بقیع مقبرې -چې په مدینه کې یوه هدیره ده- د شهیدانو د قبرونو او حمزه رضي الله عنه د قبر زیارت کول مسنون دي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې زیارت کاوه او دعا به یې ورته کوله، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی چې فرمایي:«ما تاسو د قبرونو له زیارت څخه منع کولئ، نو زیارت یې وکړئ، ځکه چې تاسو ته اخرت دریادوي».
او د زیارت پر مهال به هغه څه وایي چې د نورو قبرونو د زیارت پر مهال یې وایي: «السلام عليكم أهل الديار، من المؤمنين والمسلمين، وإنا إن شاء اللَّه بكم لاحقون ويرحم اللَّه المستقدمين منا والمستأخرين، نسأل اللَّه لنا ولكم العافية».
«سلام دې وي پر تاسو اې د دې کورونو مومنو او مسلمانو استوګنو، هر کله چې الله اراده وکړي موږ به تاسو سره یوځای شو، الله دې زمونږ په مخکنیو او وروستنیو رحم وکړي، له الله څخه د ځان او ستاسو لپاره د هوساینې او عافیت غوښتنه کوو».
او شک نه شته چې د قبرونو له زیارت څخه موخه د آخرت راپه زړه کېدل او مړو ته په دعا کولو له هغوی سره نیکي کول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيروي ده، او همدې ته شرعي زیارت ویل کیږي.
او پدې نیت یې زیارت کول چې د قبرونو سره یې دعا وشي، یا له الله تعالی څخه د دوی په واسطه یا د دوی په مقام او داسې نورو طریقو سره سوال وشي، نو دا یو بدعتي ناروا زیارت دی چې الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم نه دی روا کړی او نه سلفو صالحینو کړی دی، او د حاجتونو د پوره کولو، د ناروغانو د رغولو او داسې نورو کارونو لپاره ترې سوال یو ډول لوی شرک دی.
نو دا او دې ته له ورته حدیثونو څخه هیڅ شی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت ندي، حافظ العقیلي ویلي: پدې باب کې هیڅ شی صحیح نه دی. حافظ ابن حجر په التلخیص کې ویلي وروسته لدې چې ډیری روایتونه یې ذکر کړي: د دې حدیث ټولې لارې ضعیفه دي.د حج یا عمرې څخه مخکې یا وروسته د نبوي جومات زیارت کول د حج یا عمرې د سنتو یا د هغوی له بشپړولو څخه نه دي، ځکه چې نبوي مسجد ته تلل په بشپړ ډول یو مستحب عمل دی؛ نو که حاجي یا عمره کوونکی هلته لاړ نشي ګناه پرې نشته، او د حج، عمرې او نبوي مسجد د زیارت ترمنځ هیڅ اړیکه نشته، ځکه چې دا جلا عبادتونه دي، نو څوک چې حج یا عمره کوي، د نبوي جومات زیارت کول پرې حتمي نه دي، خو که په یو سفر کې یې د حج، عمرې او نبوي جومات زیارت سره یوځای کړل باک نه لري.
د نبوي مسجد د زیارت پر مهال سرغړونې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر د زیارت پر مهال په دیوالونو او اوسپنیزو پنجرو لاسونه راښکل او د تبرک په موخه د پنجرو پورې تارونه تړل.
برکت په هغه څه کې دی چې الله - جل جلاله - او رسول - صلی الله علیه وسلم - روا کړی وي، نه په بدعتونو کې.
د احد په غره کې غارونو او دې ته ورته په مکه کې د حرا او ثور غارونو ته ورتلل، هلته د ټوټو غوټه کول او په داسې دعاګانو سره دعا کول چې الله یې اجازه نه ده کړې، او ځان په سختیو کې ښکېلول.
دا ټول هغه بدعتونه دي چې په پاکیزه شریعت کې بنیاد نه لري.
ځینو هغو ځایونو ته ورتګ چې ګومان کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم آثار دي لکه: د اوښې د کېناستو ځای، د ګوتمې څاه (بئر خاتم)، د عثمان څاه او له دې ځایونو څخه د تبرک لپاره خاورې راخېستل.
د بقیع او د احد د شهیدانو هدیرو ته د ورتګ پر مهال له مړو دعا غوښتل، او هغوی ته د نږدې کېدو او تبرک په موخه هلته پېسې غورځول.
د نبوي جومات فضائل او آداب، د پیغمبر ﷺ او د هغه د دوو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت احکام
52 ژبې
د نبوي جومات فضائل او آداب، د پیغمبر ﷺ او د هغه د دوو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت احکام
دا کتاب د نبوي جومات فضیلتونه او د زیارت آداب بیانوي، همدارنګه د نبي ﷺ د قبر او د هغه د دوو صحابه کرامو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت آداب هم وړاندې کوي، او د زیارت پر مهال په وقار، طهارت او له بدعتي کړنو څخه د ځان ساتلو پر اهمیت ټینګار کوي.
کتاب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال.
11 ژبې
کتاب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال.
د شیخ الاسلام؛ نومیالي(نامتو او مشهور عالم) او مجدد(چې پخپل دور کې یې اسماني دین بیان کړ) امام شیخ محمد بن عبد الوهاب - رحمه الله- لیکنه. د السعودیة کتابتون 269 / 86 شمېرې لاسي نسخې او څو نورو چاپ شوو نسخو سره پرتله کول او تصحیح یې د یو شمېر شیخانو هر یو: عبد الكريم بن محمد اللاحم، ناصر بن عبد الله الطريم، سعود بن محمد البشر لخوا تر سره شوې ده. په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم. باب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال. په اوداسه کې او په عاجزئ شره وتل سنت دي د پیغمبر-صلی الله علیه وسلم- د دې وینا د وجهې: کله چې یو ستاسې څخه په ښایسته طریقې سره اودس وکړي، بیا…