زيارة غار حراء

زيارة غار حراء

د غار حراء زیارت

Language: lang_ps
Prepared by: په (بېلابېلو) ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
Version: 1.0
Translations 11
Amharic Bengali English Persian +7
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د غار حراء زیارت

په (بېلابېلو) ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه

د حراء غار د مکې مکرمې شمال ختیځ ته د النور غره په څوکه کې موقعیت لري، او د غره لوړوالی ۶۳۴ متره اندازه شوی دی.

دا غار ډېر تنګ دی او یوازې درې ناستو کسانو لپاره بسنه کوي.

زموږ ګران پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم به د خپل رسالت څخه مخکې، په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې، د ډېرو شپو لپاره هلته ځان ګوښه کاوه، ترڅو له خلکو څخه لرې د الله تعالی په خلقت کې فکر او غور وکړي، او هغه صلی الله علیه وسلم ګوښه والی خوښاوه.

دا ځای ګڼې ځانګړتیاوې لري چې مهم یې دا دي:

دا د خلکو له شور او غوغا څخه لرې دی، ځکه چې غره ته ختل ستونزمن دي او لاره یې سخته او خنډ لرونکې ده، د کعبې شریفې څخه شاوخوا دوه کیلومتره لرې دی، پخوا د غار په لویدیځ اړخ کې یوه سورۍ وه چې له هغې څخه کعبه شریفه ښکارېده، او دا د فکر او غور کولو لپاره یو لامل و.

په همدې ویریجن او تش ځای کې، او د هغه سخت غره په څوکه کې، زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت پیل شو او د قرآن لومړني آیتونه پرې نازل شول: (ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي -ټول مخلوقات-)1 [العلق: 1].

بیا هغه صلی الله علیه وسلم خدیجه رضي الله عنها ته راستون شو، د هغه څه له وحشت او وېرې څخه چې هغه لیدلی و، او ویل یې: "ما پټ کړئ، ما پټ کړئ" [1]. صلَّى اللَّهُ عليهِ وعلى آلِهِ وصحبِهِ وسلَّم تسليمًا كثيرًا إلى يومِ الدِّين.

زما مسلمانه وروره، او مسلمانې خورې! (څوک چې حراء غار ته د تلو اراده لري) [1] بخاري: كتاب التفسير، شمېره (4642)، او مسلم: كتاب الإيمان، باب بدء الوحي إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، شمېره (160) کې نقل کړي.

د یو مسلمان لپاره دا ډېره مهمه ده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوندلیک مطالعه کړي او پرې پوه شي، ترڅو موږ وکولی شو په خپلو ټولو چارو او حالاتو کې د هغه مثال او نمونه تعقیب کړو، خو هغه کار چې نه په دین کې ثابت دی او نه د پاک شریعت له خوا راغلی، بلکې په ځینو مواردو کې منع هم شوی دی، هغه دا چې ځینې زائرین (الله دې موږ او دوی ته هدایت وکړي) د نبي (صلی الله علیه وسلم) د هدایت او لارښوونو خلاف کارونه کوي، لکه هغه کسان چې ډبرې مسح کوي، او له ونو څخه برکت غواړي، او هغه کسان چې هغه ښکلوي او څټي، او داسې نور ناوړه کارونه کوي.

ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی، یا یې پرې امر کړی دی، یا د هغه صحابه کرامو رضي الله عنهم له هغه وروسته دا ډول کارونه کړي دي؟! هېڅکله نه، زر ځله نه، حتی له دې ټولو څخه لوی ګناهګار هغه کسان دي چې د الله تعالی پرته له بل چا څخه مرسته غواړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وصیت کې ابن عباس رضي الله عنه ته یې وفرمایل: «الله په ياد لره، ساتنه به دې کوي، الله په ياد لره، مخې ته به یې ومومې. کله چې څه غواړې، له الله څخه يې غواړه او کله چې مرسته او ملاتړ غواړې، نو له الله یې غواړه....»[2]

له همدې امله، پر موږ دې ډول خلکو ته نصیحت کول واجب دي، او د هغوی کړنې باید وغندو، لکه څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، مسلم روایت کړی[3]. [2] ترمذي: أبواب صفة القيامة والرقائق والورع، شمېره (2516)، او احمد: مسند عثمان بن عفان، شمېره (2763) کې نقل کړي.

او دا د مسلمان حق دی پر خپل مسلمان ورور باندې، او دا د بنده د خپل رب عزوجل د امر اطاعت یوه برخه ده، چې په سورت العصر کې راغلي دي او فرمايي: (غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى 3﴾ [العصر: 3]. [3] مسلم: كتاب الإيمان، باب بيان كون النهي عن المنكر من الإيمان، وأن الإيمان يزيد وينقص، وأن الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر واجبان، شمېره (49) کې نقل کړی.

ځینې خلک د حج یا عمرې په وخت کې د حراء غار ته ځي، او سختۍ زغمي، له ستونزو سره مخ کیږي، په دې ګمان چې دا عمل الله تعالی ته د دوی د نږدېوالي لامل ګرځي، حال دا چې دا ډول عمل نه قربت لري او نه د الله طاعت، بلکې په هغه څه کې ښکېل دی چې الله تعالی منع کړي دي.

ځینې نور (الله دې دوی ته هدایت وکړي) داسې کړنې ترسره کوي چې د هغه توحید بلنې سره مخالف دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا راوړل شوي دي، او یا نوې بدعتونه ترسره کوي چې د ایمان بشپړتیا کمزورې کوي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم له اسمان څخه د وحې له نازلېدو مخکې په حراء غار کې الله تعالی عبادت کاوه، خو د پرله پسې وحې له نازلېدو وروسته یې هغه ځای ته لاړ نه شو، نه د دعا لپاره، نه د لمونځ لپاره او نه د بل څه لپاره.

هغه صلی الله علیه وسلم شاوخوا ۱۳ کاله په مکه کې پاتې شو، خو دا ثابته نه ده چې هغه د حرا یا نورو ځایونو څخه لیدنه کړې وي چې ځینې خلک یې مستحب او الله تعالی ته د نږدې کیدو وسیله ګڼي.

یوازې مسجد الحرام هغه ځای دی چې په مکه کې د عبادت، لمونځ او دعا لپاره ورتګ مشروع دی.

هغه مشاعر (مقدس ځایونه) چې حاجی یې زیارت کوي: عرفات، منی او مزدلفه ده، د حج د ورځو پرته چې هر مسلمان ته معلومې دي، دې ځایونه ته تلل جواز نلري. دا یوازې په ټاکل شویو ورځو کې ترسره کیدی شي، د هغه څه سره سم چې الله تعالی ټاکلي دي، نه یې مخکې کول او نه یې ځنډول جواز لري. او یوازې مسجد حرام هغه ځای دی چې ځانګړی وخت نه لري، لکه څنګه چې په حدیث کې ثابت شوی: "ای بني عبدمناف! هېڅوک مه منع کوئ چې د دې کعبې شاوخوا طواف او په هره شپه یا ورځ کې لمونځ وکړي". اصحاب السنن روایت کړي[4] .

ګرانه مسلمانه وروره، که د حج درې مشهور ځایونه – عرفه، منی او مزدلفه – او همدارنګه د جمراتو رمي چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام له زمانې راهیسې مقرر کړي دي، او ویل شوي: د آدم علیه السلام له زمانې د ټاکلو وختونو او حالتونو لپاره مقرر کړي دي، نو بیا څنګه کولی شو چې نور ځایونه په خپل ذهن سره جوړ کړو او د عبادت او د نږدېوالي لپاره یې وګڼو؟ او د هغوی لپاره پرته له کوم شرعي دلیل څخه وختونه وټاکو؟ لکه د حرا غار او نور ځایونه؟ [4] ترمذي: أبواب الحج، باب ما جاء في الصلاة بعد العصر، وبعد الصبح لمن يطوف، شمېره (868)، او نسائي: كتاب المواقيت، باب إباحة الصلاة في الساعات كلها بمكة، شمېره (585) کې نقل کړي.

په داسې حال کې چې نبي اکرم صلى الله عليه وسلم له هجرت وروسته څو ځله مکې ته راغلی، خو هېڅکله حرا غار ته نه دی تللی، که چېرته دا کار مشروع او د نږدېوالي لامل وی، نو هغه به لومړی کس و چې حرا ته تللی وای؛ ځکه چې هغه د نبوت څخه مخکې په دې غار کې عبادت کاوه، او د هغه لپاره په دې ځای کې هغه یادښتونه او خاطرې دي چې د هغه څخه مخکې او وروسته هېڅ چا لپاره نشته.

دا څرګنده ده چې نبي اکرم صلى الله عليه وسلم خپله څلورمه عمره په حجة الوداع کې ادا کړه، او د مسلمانانو ګڼ شمېر خلکو ورسره حج وکړ، او هېڅوک د هغه سره له حج کولو څخه پاتې نشول، پرته له هغو کسانو چې الله تعالی یې اراده کړې وه. او په دې ټولو کې، نه هغه صلی الله علیه وسلم او نه د هغه کوم صحابي رضي الله عنهم د حرا غار ته پورته شول، نه یې زیارت وکړ، او نه یې د مکې شاوخوا نورو ځایونو زیارت وکړ، پرته له دې چې په مسجد حرام، د صفا او مروه ترمنځ، منی، مزدلفه او عرفات کې عبادت شوی وي بل ځای کې عبادت نه دی شوی، او له خلفاء راشدینو او لومړنیو نیکونو څخه وروسته، هېڅوک هم د حرا غار ته د عبادت، دعا یا برکت لپاره نه دي تللي.

که چېرته دا کار مشروع او ثواب لرونکی وای، نو رسول الله به په لومړي سر کې د دې غار زیارت کړی وی، ځکه چې هغه د نورو ټولو په پرتله د الله د عبادت سره ډېر علاقه لرونکی و، خو کله چې هغه او صحابه کرامو دا کار نه دی کړی، نو پوهېږو چې دا یو نوی بدعت دی چې په شرع او دین کې منع دی، نو څوک چې د دې خبرې په وړاندې سرغړونه وکړي او عبادت، قربت او طاعت یې وګڼي، په حقیقت کې یې د هغوی لار پرېښودلې ده او په دین کې یې هغه څه اضافه کړي دي چې الله تعالی نه دي مقرر کړي، الله سبحانه و تعالی فرمایي: (یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې هیله لري او الله ډېر زیات یادوي 21﴾ [الأحزاب: 21].