اذان رباني غږ دی، چې مسلمان یې په یوه ورځ کې پنځه ځله اوري، او هغه ته د الله تعالی د عظمت يادونه کوي او د نېکمرغۍ او بریالیتوب (فلاح) په لور بلنه ورکوي. دا د انسان او د هغه د خالق ترمنځ د اړیکې یوه شېبه ده، هغه شیبه چې د دنیا له ګڼې ګوڼې څخه جلا کېږي ترڅو د خپل رب سره د مناجات لپاره ودریږي.اذان یوازې د لمانځه د وخت اعلان نه؛ بلکې دا د اطمینان، ایمان او د الله تعالی سره د اړیکې د نوي کولو بلنه ده.اذان لوړې او عالي معناوي لري: د الله تعالی د عظمت په یادولو پیلېږي او د لمانځه لپاره په بلنې سره پای ته رسېږي، چېرته چې مسلمان خپله حقیقي سکون او آرامي مومي.هر کله چې د لمانځه لپاره اذان کیږي، په زړه کې دا غږ کوي چې ریښتینی ژوند د الله تعالی سره د نږدې کیدو له لارې پیلېږي.
د اذان کلیمې:
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
الله لوی دی، الله لوی دی، الله لوی دی، الله لوی دی،
الله اکبر
د جلالت کلمه "الله": په معنی د عبادت وړ، یعنی هغه ذات چې باید عبادت یې وشي، دا د رب خالق جل جلاله نوم دی. ټول الهي نومونه د هغه تابع او د هغه وصف دي، الله یو واحد دی، هغه ذات چې نه يې څوک زېږولي اونه په خپله زېږېدلی، او هغه د آسمانونو او ځمکې خالق دی.
او "الله اکبر" ویل په دې معنی دی چې الله له هر شي څخه لوی دی، او د هغه ذات ډېر لوړ دی چې هغه لره داسې څیزونه منسوب شي چې د هغه د جلال او کمال سره مناسب نه وي.
الله اکبر.. دا عبارت مسلمان ته وریادوي چې په دې ژوند کې داسې هېڅ شی نشته چې دی له خپل خالق څخه مشغول کړي، او دا چې انسان باید په خپل ژوند کې د الله له ارادې او شریعت سره سم ژوند وکړي، نه د خپلو هوسونو او شهوتونو مطابق، ځکه چې الله تعالی په دنیا کې له هر څه څخه لوی دی.
"الله اکبر" هغه غږ ده چې کله اورېدل کیږي، صنعتګر خپل کار بندوي، بزګر خپله کښت کاري دروي، سوداګر خپله هټۍ تړي، او ښوونکی خپل درس دروي؛ ځکه چې الله له هر کار او دندې څخه لوی دی، دا ودرول او عبادت ته مخه کول د دې ثبوت دی چې الله تعالی د مومن په زړه کې د ټولو دنیاوي متاع او خوښیو څخه لوی دی.الله له هر مصیبت او بدبختۍ، او د ژوند له هرې ستونزې او حالت څخه لوی دی، نو څوک چې په دې باور وي، هغه ته ستونزې کوچنۍ ښکاري، زړه به یې آرامه وي ځکه چې هغه الله سره دی، د هغه په قضا باندې راضي دی، او د هغه په حکمت او تدبیر باور لري.
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ
زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته
دا لومړی ګواهي ده، چې معنی یې داده چې الله ته دا اقرار کوو چې هغه د هر شي خالق، رَب، مالک او مدبر دی. همدارنګه، یوازې هغه د عبادت وړ دی او په حقیقت کې بل هېڅ معبود نشته. الله یوازینی دی، هېڅ شریک نه لري، نه اولاد لري او نه هم هېڅ شی د هغه په څېر شته؛ نو په دې اساس، عبادت یوازې د الله تعالی لپاره دی او له الله تعالی پرته بل څوک د بللو لایق نه دی.
دا ګواهي په ټوله هستي کې تر ټولو لویه ګواهي ده او په ټولو الهي رسالتونو کې د ایمان اصل دی. ټول انبیاء (علیهم السلام) لکه حضرت نوح، ابراهیم، موسی، عیسی تر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) پورې خپلو قومونو ته د "لا اله الا الله" د اقرار، منلو او ایمان راوړلو ته بلنه ورکړې ده. دا هغه کلمه ده چې الله تعالی د هغې لپاره مخلوقات پیدا کړل، رسولان یې د دې د تایید لپاره لېږلي، کتابونه یې د دې د بیان لپاره نازل کړي، او جنت یې د هغه چا لپاره انعام ګرځولی چې دا کلمه د زړه له تلې ووايي، او څوک چې په دې کلمې باندې په یقین لرلو سره مړ شي، دوزخ یې پرې حرام ګرځولی.
دا د ایمان کونجي (کیلي)، د نجات دروازه، د دین اصل او د توحید اساس دی.
د همدې کلمې لپاره به خلک له قبرونو څخه راپورته شي او په قیامت کې به ورسره حساب وشي؛ هغه چا چې په دې کلمه باندې ژوند کړی وي او په همدې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی وي، په حقیقت کې لویه بریا یې ترلاسه کړی ده، او چا چې دا کلمه رد کړې وي او ویلي یې نه وي، هغه به د دوزخ تلپاتې عذاب مستحق وګرځي.
أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ. زه ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.
د دې شهادت معنی دا ده چې مسلمان شاهدي ورکوي چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم د الهي رسالتونو د خاتم په توګه رالېږلی دی، او خلکو ته د دوی د رب پیغام رسولی دی، او دا چې مسلمان په څرګند ډول اقرار کوي چې د الله تعالی د عبادت او د هغه د رضایت د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د رسول الله ﷺ په رسالت باندې ایمان، د هغه د سنت پیروي او د هغه په لارښوونو باندې عمل کول دي، او د هغه شریعت سره سم د الله تعالی عبادت وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تبلیغ کړی دی، او هر هغه عبادت چې په واسطه یې انسان غواړي الله تعالی ته نږدې شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا نه وي رسیدلی باطل عبادت دی، دا ډول عبادت نه په دنیا کې ګټه لري او نه په آخرت کې، بلکې د هغه څخه به د دې عبادت په هکله پوښتنه وشي؛ ځکه چې د الله تعالی عبادت په داسې ډول کړی دی چې د هغه رسول ﷺ نه دی تبلیغ کړی.
په دې ګواهي کې دا شامل ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله بنده او د رب العالمین رسول دی، او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسولانو خاتم دی، او دا چې له هغه وروسته هېڅ پیغمبر نشته، او همدارنګه په ټولو آیتونو ایمان لرل هم شامل دی چې راوړي یې دي، چې تر ټولو لوی یې قرآن کریم دی، کوم چې وروستی الهي رسالت دی چې لاهم په هغه ژبه کې شتون لري چې په هغه ژبه نازل شوی دی، د اضافه کولو، کمولو او بدلون څخه ساتل شوی دی.دا قرآن کریم په خپل فصاحت، احکامو او لارښوونو کې بې ساری دی، الله تعالی ټول بشریت وننګاوه چې که کولای شي، د قرآن په شان یوه سوره راوړي؛ خو د څو پیړیو په تېرېدو سره تر نن ورځې پورې، ټول بشریت په دې کې عاجز او ناتوانه پاتې شوي دي.
په دې ګواهي کې دا شامل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې لپاره راغلی چې خلک بېرته توحید ته راوګرځي، لکه څنګه چې له هغه څخه مخکې ابراهیم، موسی او عیسی علیهم السلام کړي وو. نو هغه د رب العالمین رسول دی، هغه د خپل رب د پیغامونو په رسولو کې د ټولو پیغمبرانو په څېر لاره تعقیب کړې، مګر دا چې له هغه وروسته هېڅ پیغمبر نشته.
حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ، حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ
حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ
لمونځ ته راشئ
د جملې معنی: اې مومنانو، د خپل رب عبادت ته رجوع وکړئ، ځکه چې هغه بخښونکی او مهربان ذات دی، توبه قبلوي او ګناهونه بخښي.
دا څومره لوی افتخار دی چې الله تعالی په هر هغه ځای کې چې د مسلمانانو یوه ډله وي، هغوی ته امر کوي چې اذان وکړي، او هره ورځ پنځه ځله هغوی ته اذان ووایي چې: راشئ او د خپل رب عبادت ته مخه کړئ.
اذان یو غږ او د مؤمنانو لپاره یوه یادونه ده چې د دوی د عبادت وخت رارسېدلی دی، په دې وخت کې لازم دي چې له دنیوي کارونو څخه لاس واخلي، او د خپل رب په عبادت بوخت شي؛ خپلې سوداګرۍ، کرنه یا نورې دنیوي دندې پرېږدي، او الله تعالی ته مخه کړي، دا د هغوی د ایمان د رښتینیتوب څرګند دلیل دی، او دا چې دا د ټولو دنیاوي خوښیو څخه لومړیتوب لري.
اذان هغه غږ ده چې خلک د لمونځ لوري ته رابلي، کوم چې د بنده او د هغه د رب ترمنځ مستقیمه اړیکه ده، دا د عبادت یو عمل دی چې طبقاتي ویش له منځه وړي او خلک د خپل رب پر وړاندې برابر ګڼي.
حَيَّ عَلَى الفَلَاحِ، حَيَّ عَلَى الفَلَاحِ
حَيَّ عَلَى الفَلَاحِ
د کاميابۍ ځای ته راشئ
د فلاح معنی قناعت، بریا، خوندیتوب، او په دنیا او آخرت کې نجات، تلپاتې خوشحالۍ، او د سمې لارې لارښوونه ده.
د فلاح له معناګانو څخه د الله تعالی رضا ترلاسه کول، جنت ګټل، او د دوزخ له اور څخه ژغورل دي؛ هر چا چې رښتینی ایمان راوړ او په لمونځ باندې دوام وساته، نو هغه په حقیقت کې فلاح ته رسیدلی دی، او څوک چې بریالی شو هغه ژغورل شوی او په جنت کې یې ابدي ژوند ګټلی دی.
مؤذن په هر لمونځ کې مؤمنانو ته دا یادونه کوي چې راشئ! د امنیت، آرامۍ، د زړه پاکوالي او د دنیا او آخرت د خوشحالۍ په لور.
اذان د "الله اکبر" په تکرار او د "لا اله الا الله" په تاکید سره پای ته رسېږي، دا دوه جملې د اذان د مخه ذکرشوو مفاهیمو تاکید کوي، او د بشر د شتون اساس په همدې دو جملو باندې دی، او دا د نړۍ او وجود تر ټولو روښانه حقیقت دی، که انسان د دې درک کولی شي یا یې نه شي کولی؛ لوی حقایق د ځینو خلکو د ناپوهۍ له امله نه زیانمنېږي.دا حقیقت هېڅکله نه تغیر مومي او نه بدلېږي، که هر څومره زمانه اوږده شي، او پېښې یو پر بل پسې رامینځته شي، او هغه حقیقت دا ده چې: الله له هر شي څخه لوی دی، او دا چې الله تعالی ریښتینی معبود دی، او یوازې هغه د عبادت وړ دی، او له هغه پرته د بل هر څه عبادت باطل دی.
دا هغه بلنه ده چې هغه څه تعظیم کړو چې الله تعالی یې تعظیم کړی دی، او د الله لپاره هغه ګواهي ووایو چې خپل ذات ته یې ورباندې ګواهي ورکړې ده، او پیغمبران علیهم السلام او مومنانو هم پر هغه باندې پر دې ګواهي ورکړې ده.
پایله: اذان یوازې د لمونځ د وخت خبرتیا نه ده، بلکې د کامیابۍ، بریالیتوب او نجات لپاره یوه بلنه ده، دا هغه پیغام دی چې په ورځ کې پنځه ځله د جوماتونو څخه اورېدل کېږي، تر څو زړونه راویښ کړي، او موږ ته په یاد راوړي چې الله ډېر نږدې دی، د ذهن سکون ممکن دی، او دا چې د حقیقي فلاح لاره د لمونځ او د بنده او خالق ترمنځ د اړیکې له جوړولو پیلېږي.
نو د موذن سره دا تکرار کړه: "الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله"، د توحید شهادت تکرار کړه، او د هغه څه شاهدي ورکړه چې الله تعالی یې د ځان په اړه شاهدي ورکړې ده، او هغه حق چې د هغه پیغمبرانو راوړی دی، په دې توګه به د بریاليو او موحدو مسلمانانو په ډله کې به شامل شې.
خپل زړه د ایمان لپاره پرانیزې، او په خلوص سره ووایه: “أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا رسول الله”،"زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل معبود نشته، او زه شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی"، د الله په رحمت کې به داخل شې، په دنیا کې اصلي خوشحالۍ ترلاسه کړې، او په آخرت کې به له عذاب څخه خوندي وې، او د قیامت په ورځ به د نیکو مؤمنانو په ډله کې راپورته شې،
دا کتاب د ايمان هغه بنسټونه تشريح کوي چې په الله تعالی، د هغه پر ملاېکو، کتابونو، پېغمبرانو، د آخرت پر ورځ او پر تقدیر ايمان راوړل پکې شامل کړي، او هغه اساسي اصول وړاندې کوي چې پر مسلمان لازم دي چې عقيده پرې ولري او له مخې يې عمل وکړي، او د اسلامي عقيدې د ژورې پوهې له لارې له الله تعالی سره د اړيکې پر پياوړتيا ټينګار کوي.
المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد
47 ژبې
المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد
كتاب "المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد" يتناول مسؤوليات المؤذن والإمام والخطيب وأحكام الأذان والإقامة وصلاة الجمعة وأحكام المساجد. يوضح الكتاب تعريف الأذان والإقامة وحكمهما وفضلهما، كما يبين الصفات المطلوبة في المؤذن والشروط اللازمة لصحة الأذان والإقامة.
بالإضافة إلى ذلك يستعرض الكتاب أحكام الإمامة، ومشروعيتها وفضلها، وشروط وصفات الإمام، مع التركيز على أهمية العلم والخلق في من يتولى هذه الوظيفة الشرعية.