عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (پنځمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره لنډیز شوی تعلیمي نصاب دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی دی، پدې کې د توحید زده کړې ته تدریس ته یو مضمون ځانګړی شوی چې په دولسو سویو ویشل کیږي. له خورا اړینو موضوعاتو څخه چې په پنځمه سویه کې راغلي ځینې یې په لاندې ډول دی: - د کاميابۍ د اسبابو تشریح چې په العصر سورت کې يو ځای ذکر شوي عبارت دي له: علم، په علم عمل کول، علم ته بلنه ورکول او پدې (لار کې) په ضرر لیدو صبر کول. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پيروۍ وجوب او له شرک څخه ځان ساتل. د هغو درې ګونو اصولو بیانول چې پېژندل او عمل پرې کول واجب دي چې په لاندې ډول دي: بنده لره خپل…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (پنځمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره لنډیز شوی تعلیمي نصاب دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی دی، پدې کې د توحید زده کړې ته تدریس ته یو مضمون ځانګړی شوی چې په دولسو سویو ویشل کیږي. له خورا اړینو موضوعاتو څخه چې په پنځمه سویه کې راغلي ځینې یې په لاندې ډول دی:
- د کاميابۍ د اسبابو تشریح چې په العصر سورت کې يو ځای ذکر شوي عبارت دي له: علم، په علم عمل کول، علم ته بلنه ورکول او پدې (لار کې) په ضرر لیدو صبر کول.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پيروۍ وجوب او له شرک څخه ځان ساتل.
د هغو درې ګونو اصولو بیانول چې پېژندل او عمل پرې کول واجب دي چې په لاندې ډول دي: بنده لره خپل رب په نښانو او مخلوقاتو سره پېژندل او دا چې هغه یوازې د عبادت مستحق دی او اسلام له درې ګونو مرتبو سره پېژندل چې عبارت دي له: (اسلام، ایمان او احسان) څخه او دا چې هره مرتبه ځانته ارکان او دلایل لري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پېژندنه او د هغه د رسالت بشپړوالی او عمومیت.
پنځمه سویه
سريزه
الحمدُلله الذي عَلَّم بِالقَلَم، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلام على النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الكَريمِ الذي بَعَثَه اللهُ لِيُخرِجَ النّاسَ مِن الظُّلمات إلى النُّور، أمّا بعد:
د الله تعالی توحید تر ټولو ستر واجب او پرې پوهه تر ټولو عزتمند او غوره علم دی، او دا هغه بنسټ دی چې د عملونو صحت او قبلیدل پرې بنا کیږي، او بندګان ورته تر هر څه ډیره اړتیا لري؛ ځکه زړونو ته ژوند، نعمتونه او ډاډ نشته پرته له دې چې خپل رب، معبود او خالق د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو سره وپیژني، همدا رنګه په دین کې پوهه، د عبادتونو د ادا کولو طریقه لکه: طهارت، لمونځ او داسې نور د نیکمرغۍ نښې او د دې علامه ده چې الله جل جلاله خپل بنده ته د خېر اراده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا ته چې الله تعالی د خېر اراده وکړي، هغه ته په دین کې پوهه ورکوي».
نو له همدې کبله د لږکیو ټولنو د پوهاوي بنسټ د توحید د مضمون په تدریس ټینګار کوي، تر څو زده کوونکي په سمه عقیده وروزل شي، فقهي احکام زده کړي او په مشروع ډول عبادتونه ادا کړي او په ديني چارو کې روښنایي او بصیرت ولري. بخاري په کتاب العلم؛ باب من یرد الله به خیرا یفقه فی الدین کې په ۷ شمیره راوړی دی.
په دې سویه کې د توحید په نصاب کې درې ګوني اصول له دلایلو سره په یو څه تفصیل سره ذکر شوي دي؛ تر څو زده کوونکي په تدریجي توګه او لوړ همت ورپسې مرتبې ته ورپورته شي، د الله تعالی خوښي تر لاسه کړي او جنتونه یې نصیب شي.
د مضمون ماهیت ته په پام د هر لوست لپاره په لنډه او واضحه توګه ځانګړې موخې ټاکل شوي دي، په موضوعاتو کې یې تدریج په پام کې نیول شوی او د هر لوست لپاره پوښتنې او د ښوونکي لپاره لارښوونې شتون لري چې په رڼا کې يې ټاکل شوې موخې تر لاسه کیږي.
ښوونکي ته لارښوونې:
۱ - الله تعالی ته اخلاص د عمل د قبلیدو شرط دی، نو عمل دې خاص د پاک الله لپاره وګرځوه چې د دنیا او آخرت ګټه دې په برخه شي.
۲- امانت ساتل د خلاصون لاره ده او ته - ښوونکی وروره - د اسلام له سنګرونو څخه پر یو سنګر ولاړ یې او د مسلمانانو د اولادونو په ذهنونو او فطرت امانتدار یې، نو د امانت ساتنه وکړه چې په دنیا او اخرت کې کامیاب شې.
3- د توحيد د مضمون زده کړه له غوره عملونو څخه یو عمل دی، له دې پرته د بندګانو لپاره سمونتیا نه شته او نه د دنیا له خوارۍ او د آخرت له عذابه د توحید له پېژندنې پرته خلاصون شته، نو د زده کوونکو په نفسونو کې د سمې عقیدې په کښت کې زیار وباسه، ریښتینی ترجمان او د هغه څه لپاره ژوندۍ بیلګه اوسه چې بلنه ورته کوې.
۴- د الله تعالی د وحدانیت او د هغه د قدرت د بیانولو لپاره له حالاتو ګټه پورته کړه، (د بیلګې په توګه) کله چې ورېځې د اسمان په زړه راخپرې شي، بریښناګانې وپړقیږي غراری شي، بارانونه واوریږي او داسې نورې پېښې په مسلمانانو کې د ایماني خوځښت لپاره غنیمت وګڼه.
۵- د بېلګو په وړاندې کولو سره د موضوع اسانه کول او لوست ته له واقعیت سره تړاو ورکول له مضمون سره د زده کوونکو د مینې په پیدا کولو کې ستر رول لري، چې بیا یې زده کوي او عمل پرې کوي، او په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا سره زیری درکوو چې فرمايي: ژباړه: «د مؤمنانو له عملونو او نیکیو څخه چې کوم شی له مرګ نه وروسته هغه ته رسیږي؛ هغه علم دی چې زده کړی او خپور کړی یې دی». ([3]).
وصلَّى الله على نَبِيِّنا محمَّد وعلى آله وصَحْبِه وسلَّم. ابن ماجه په ۲۴۲ شمیره روایت کړی.
لومړی لوست
د بریا اسباب
پوه شه الله تعالی دې پر تا ورحمېږي، چې د څلورو مسايلو پېژندل پر موږ لازم دي.
(لومړۍ مساله) علم دی چې په دلايلو سره د الله تعالی، د هغه د نبي او د اسلامي دين پېژندل دي.
دویمه مساله: (په علم) عمل کول.
دریمه مساله: علم ته بلنه ورکول.
او څلورمه مساله: (د دعوت په لار کې) په ضرر لیدلو صبر کول.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه). چې انسان خامخا په تاوان كې دى (2) پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى، ښه كارونه يې كړي او يو بل ته يې د حق نصيحت او د صبر سپارښتنه كړې وي. [العصر: 1 - 3].
شافعي رحمه الله فرمایلي ([4]): که الله تعالی خپلو بندګانو ته له دې سورت پرته نور دلايل نه و رالېږلي نو همدې ورته بسنه کوله.
د لوست لارښوونې: هغه محمد بن ادریس القرشی الشافعي دی چې په ۱۵۰ هـ کال کې زیږیدلی، په فقهې او حدیث پوه و، ډیری تالیفونه لري چې نامتو یې : «الأم» او «الرسالة» کتابونه دي، نوموړی په ۲۰۴ هـ کې وفات شوی دی.
* الله سوګند کړی چې ټول خلک زیانمن دي پرته له هغو چې د نجات او بریالیتوب اسباب یې کارولي دي.
* پر مسلمان واجب دي چې له تاوان څخه د ژغورل کېدو اسباب زده کړي، او هغه څلور شیان دي:
۱ - د الله تعالی، د هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د دین په اړه ګټوره پوهه ترلاسه کړي او عمل پرې وکړي.
۲ - د هغه دین په اړه پوهه چې ایمان یې پرې راوړی؛ د طاعتونو په کولو او د محرماتو په پریښودلو سره کیږي.
۳ - اسلامي دین ته بلنه او په خلکو کې یې خپرول.
۴- په نیکو کارونو او هغه مصیبت صبر چې د خلکو د رابلنې له امله ورته رسیږي.
* دا څلور لاملونه یو پر بل مرتب دي؛ ځکه عمل پر علم ولاړ دی، او د خلکو له رابلنې مخکې دیني تعلیماتو ته ژمن پاتې کېدل په کار دي.
* مسلمان باید دا څلور مسایل زده کړي او نورو ته یې وښیي؛ ځکه دا د علم له خپرولو او د خېر لور ته د خلکو له رابلنې څخه دي.
پوښتنې:
س۱ - هغه مسایل وښییه چې پر تا یې زده کول واجب دي.
س۲ - په العصر سورت کې الله تعالی په څه شي سوګند یاد کړی دی؟
س۳ - په العصر سورت کې د بریا کوم اسباب یاد شوي دي؟
س۴: لاندې چارې د اولویت له مخې ترتیب کړئ:
صبر، علم، د الله تعالی لورې ته بلنه، عمل.
س۵ - امام شافعي رحمه الله د العصر سورت په اړه څه ویلي؟ او دا په څه دلالت کوي؟
دویم لوست
زده کړه له عمل څخه مخکې ده.
او بخاري ([5]) رحمه الله فرمایلي دي:
باب دی پدې اړه چې علم له وینا او عمل څخه مخکې اړین دی. أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم البخاري، په (194هـ)، کې زیږیدلی، نوموړی په أحادیثو پوه و، ډیری تالیفات لري چې مشهور یې: صحیح البخاري دی، د نوموړي د کتاب نوم: الجامع المسند الصحيح المختصر مِن أمور رسول الله صل الله عليه وسلم وسُنَنه وأيّامِه".دی، نوموړی په (256هـ) کې وفات شوی دی.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو پوی شه چې يقينا له الله پرته بل د عبادت وړ معبود نشته). [سورت محمد: 19 ایت].
نو له وینا او عمل څخه وړاندې یې په پوهه پيل وکړ.
د لوست لارښوونې:
حق علم هغه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له قرآن او سنت څخه راوړی دی.
د مسلمان عملونه او عبادتونه باید پر صحیح شرعي علم بنا وي، تر څو یې عبادت صحیح او مقبول وګرځي.
* ډیری خطاګانې او بدعتونه چې خلک یې کوي د حقیقي دین څخه د ناپوهۍ او د اسلامي پوهې د نشتوالي له امله کیږي.
پوښتنې:
س۱: ریښتینی علم څه شی دی؟
س۲: په بدعتونو او غلطیو کې د خلکو د لوېدلو سبب څه شی دی؟
س۳: الله تعالی په آیت کریمه کې په څه شي امر کړی دی؟
س۴: ولې علم له عمل څخه وړاندې دی؟
دریم لوست:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او له شرک څخه ځان ساتل واجب دي.
(پوه شه) الله دې پر تا ورحمېږي چې په هر مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې د درې ګونو مسئلو زده کړه او عمل پرې کول واجب دي:
(لومړۍ مساله) دا چې موږ الله پيدا کړي يو، موږ ته یې روزي راکړې او همداسې یې نه یو پریښي، نو چا یې چې اطاعت وکړ جنت ته داخلیږي او چا یې چې نافرماني وکړه اور ته داخلیږي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (بې شكه موږ تاسې ته هماغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و. نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سخت نیولو سره). [المزمل: 15 - 16].
دویمه مساله: الله تعالی نه خوښوي چې په عبادت کې له هغه سره څوک شریک شي، نه نږدې ملائک او نه کوم لیږل شوی پیغمبر.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت].
د لوست لارښوونې:
* پر موږ د الله تعالی له لورینو څخه یوه دا ده چې موږ یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړي یو وروسته له دې چې موږ هیڅ نه وو، او موږ ته یې نعمتونه راکړي ترڅو ترې د هغه څه لپاره ګټه واخلو چې د هغه لپاره پيدا شوي یو.
* پر انسان د الله تعالی له نعمتونو څخه یو دا دی چې عبث یې نه دی پریښی څو د څارویو په څېر ژوند وکړي؛ بلکې په حقه یې ورته پېغمبران ورلیږلي دي.
* رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د جنت لار ښودلې او ورته یې رابللي، او د دوزخ لار یې ورپېژندلې او ترې یې ویرولي دي، لدې امله یې پیروي واجب ده لکه څرنګه چې یې فرمایلې دي: «زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي، هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی». بخاري په کتاب الاعتصام والسنة کې په : باب : الاقتداء بسنن رسول الله صلی الله علیه وسلم کې په (7280) روایت کړی دی.
* الله تعالی په پاچاهۍ کې هیڅ شریک نه لري، حتی ملائکې او پیغمبران هم د الله تعالی محتاج بندګان دي، نو د الله تعالی سره د دوی عبادت کول د هیچا لپاره روا نه دي.
پوښتنې:
س۱: خلکو ته د رسولانو د لېږلو حکمت څه دی؟
س۲ : له الله جل جلاله پرته د نورو خلکو لکه د انبياوو او صالحينو د رابللو حکم څه شی دی ؟ له دلیل سره؟
س۳: د هغه چا بدله څه ده چې د الله تعالی او د رسول محمد صلی الله علیه وسلم پیروي یې کړې ده؟
س۴: د هغه چا سزا څه ده چې د الله تعالی او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې ده؟
س۵: کله چې فرعون د موسی علیه السلام نافرماني وکړه نو پایله یې څه شوه؟
څلورم لوست
د هغه چا سره دوستي کول روا نه دي چې د الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي.
دریم: چا چې د رسول اطاعت کړی وي او الله یې یو ګڼلی وي، هغه ته روا نه دي د هغه چا سره دوستي وکړي چې د الله او د هغه له رسول سره یې دښمني وي، که څه هم ډېر نږدې وي.
د لوست لارښوونې:
*المولاة: د الله، د هغه د رسول او له مؤمنانو سره په قول او عمل کې مينه او مرسته ده او دا د دين له سترو ځانګړنو څخه یوه ده.
* د موحد مؤمن محبت د الله او د هغه د رسول لپاره وي او د مؤمنانو سره یې (محبت) وي.
* د یو مسلمان لپاره د هغه چا سره محبت کول حرام دي چې د الله جل جلاله او د هغه په رسول ایمان نه لري او یا د اسلام په وړاندې جنګیږي.
* مسلمان که څه هم درڅخه (په استوګن ځای کې)لرې وي، هغه دې په دین کې ورور دی، او څوک چې د الله مخالف وي، که څه هم په نسب کې دې ورور وي، هغه دې په دین کې دښمن دی.
* صحابه کرامو - رضي الله عنهم - د الله او د هغه دین ته د اخلاص وفادارۍ په لار کې غوره مثالونه وړاندې کړي دي، کله چې دوی د خپلو خپلوانو په وړاندې وجنګېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې جګړه کوله، او الله د دوی ستاینه وکړه ( [6]).
پوښتنې: وګوره: " الوَلاء والبَراء في الإسلام "، د شيخ محمَّد بن سعيد القحطاني - حفظه الله -کتاب.
س۱: آیا د یهودو او نصاراوو سره محبت کول روا دي، له دلیل سره؟
س۲: د هغه چا بدله څه ده چې د الله له دښمنانو کرکه لري؟
س۳: د (الولاء) معنی ووایه؟
س۴: هغه درې ګوني مسائل وښیه چې زده کړه یې پر هر مسلمان واجب ده.
پنځم لوست
حنیفیت
پوه شه - الله دې تاسو ته د خپل طاعت لارښوونه وکړي - چې دا حنیفیت؛ د ابراهیم دین دی، چې تاسو یوازې د الله عبادت کوئ او د هغه لپاره دین خالص کړئ او په دې سره الله ټولو خلکو ته امر کړی او د همدې لپاره یې پيدا کړي دي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (او ما نه دي پیداکړي انسانان او پیریان مګر د دې لپاره چې زما بندګي وکړي) [الذاريات سورت : ایت 56]. د ﴿يَعْبُدُوِن﴾ معنا: یوحدون ده یعنې په یووالي سره منل، او تر ټولو ستر شی چې الله پرې امر کړی؛ توحید دی، چې معنا یې په عبادت سره د الله تعالی یو ګڼل دي، او تر ټولو ستر څېز چې منع یې ترې فرمایلې شرک دی، چې معنا یې له هغه سره د بل (معبود) رابلل دي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (د الله عبادت وکړئ او هېڅ شی ورسره مه شريکوئ). [النساء سورت: 36 آیت].
د لوست موخې:
*حنیف: هغه څوک دی چې په توحید (ثابت) ولاړ وي، شرک او ګمراهۍ یې پرېښي وي، او الله تعالی خپل پېغمبر؛ ابراهیم علیه السلام د خپل مشرک قوم سره د مخالفت له امله او الله تعالی په يووالي منلو سره ستایلی دی.
* الله تعالی خپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- او د هغه اصحابو ته امر کړی چې کله یې د نورو ادیانو پيروان رابلل نو ورته دې ووایي چې: موږ پر حق دین یو؛ د ابراهیم پر دین، او هغه (حنیفیت) دی، پاک الله فرمایلي: (او دوى ويل چې تاسو يهوديان شئ، يا نصرانيان، نو نېغه لار به ومومئ، ته (دوى ته) ووايه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهيم د ملت (تابع كېږو) چې حنيف (توحيد والا) و او دى له مشركانو څخه نه و). [البقرةسورت : ایت 135]
*زمونږ دين اسلام دی چې محمد صلى الله عليه وسلم راوړى او هغه حنيفيت دى چې له موحدو مسلمانانو پرته له بل چا سره نشته، نو موږ ته په کار دي چې ځان پرې پابند کړو، او ټول امتونه ورته راوبلو.
* تر ټولو ستر واجب عملونه: پر توحيد امر او له شرک څخه منع کول دي؛ له همدې امله، الله تعالی پرې په هغه آیت کې پېل کړی چې د لسو حقونو یادونه پکې شوې ده، الله تعالی فرمایلي: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي». [الذاريات سورت: 56 آیت].
پوښتنې:
س1: له لاندې ځوابونو څخه سم ځواب غوره کړه:
- تر ټولو ستر څېز چې الله تعالی ترې منع فرمایلې ده:
أ - دروغ.
ب- شرک.
ج- دوکه.
تر ټولو ستر څیز چې الله پرې امر کړی:
ریښتیا.
ب- امانت.
ج- توحید (یووالی).
س۲: الله تعالی خپل پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو ته یې په څه امر کړی دی چې کله یې یهود او نصارا خپلو ادیانو ته بلي؟
س۳: د ابراهیم علیه السلام ملت څه شی دی؟
شپږم لوست
درې ګوني اصول
کله چې تاته وویل شو: هغه درې ګوني اصول کوم دي چې پر انسان یې پېژندل واجب دي؟
نو ته ووایه چې: بنده لره خپل رب، خپل دين او خپل پېغمبر محمد -صلی الله عليه وسلم- پېژندل دي.
لومړی اصل: بنده لره خپل رب پېژندل.
نو که چېرته درته وویل شو: رب دې څوک دی؟
ته ووایه: رب مې الله دی، هغه ذات چې زه یې روزلی یم، او په خپلو نعمتونو سره یې د ټولو مخلوقاتو روزنه کړې ده، هغه زما معبود دی، له هغه پرته بل معبود نه لرم.
دلیل یې د الله تعالی قول دی: (ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى) [الفاتحة:2].
او له الله پرته چې هر څه دي هغه عالم دی او زه هم له دې عالم څخه يو يم.
د لوست لارښوونې:
* اصول: د اصل جمع ده او اصل هغه څه ته ویل کیږي چې نور پرې بنا وي، او له دې څخه: د دیوال اصل (بېخ او تهداب) دی، مؤلف رحمه الله دلته د درې اصولو په یادونې پېل وکړ او په مجمله توګه یې بیان کړل، بیا یې یو یو اصل په تفصیل سره بیان کړ؛ تر څو پرې فایده مرتبه شي او زده کوونکي وهڅول شي.
* دا درې اصول هغو اصولو ته اشاره ده چې په اړه به یې هر یو انسان په قبر کې وپوښتل شي او هغه دا دي: رب دې څوک دی؟ او دین دې څه شی دی؟ او نبي دې څوک دی؟
* یوازې الله هغه ذات دی چې د ټول عالم پېدا کوونکی دی لکه: خلک، جمادات، نباتات، حیوانات او داسې نور او دې ټولو ته عالم وویل شو، دا د دوی د خپل خالق او مالک د قدرت نښه ده چې هغه الله تعالی دی.
* الله تعالی هغه ذات دی چې خلکو ته یې د ژوند وسایل لکه خوراک، څښاک، روغتیا او داسې نور برابر کړي دي.
* الله تعالی هغه ذات دی چې پيدا کوونکی او روزي ورکوونکی دی؛ نو واجب ده چې یوازې هغه له بل هر چا پرته د عبادت وړ وي.
پوښتنې:
س۱ - هغه درې ګوني اصول کوم دي چې پر هر انسان یې پېژندل واجب دي؟
س۲: رب څه معنا؟
س۲ - پدې دلیل وړاندې کړه چې الله د ټولو عالمیانو رب دی.
اووم لوست
د الله تعالی نښانې (معجزې) او مخلوقات
(که درته وويل شو چې): په څه شي دې خپل رب پېژندلی دی؟
نو ته ورته ووایه: د هغه په نښانو (معجزو) او مخلوقاتو.
د هغه له نښانو (معجزو) څخه؛ شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ دي.
او د هغه له مخلوقاتو څخه: اووه اسمانونه، او اووه ځمکې او څوک چې پکې دي او څوک چې د دواړو تر منځه دي.
دلیل د الله تعالی دا قول دی: (او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ دي، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (یوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه عبادت کوئ). [سورت فصلت: ایت 37].
او د الله تعالی دا وینا: (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي، بیا د عرش له پاسه شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، پداسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمر سترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ چې رب العالمین دى. [الأعراف سورت: ایت 54].
د لوست لارښوونې:
* عقلمند انسان کائناتو ته په داسې نظر نه ګوري چې مخ اړوونکی او بې پروا وي، بلکې پدې لویو مخلوقاتو او هغه څه کې فکر کوي چې د الله تعالی په لوی والي او ځواک دلالت کوي، نو د دې کایناتو پيدا کوونکي ته د درناوي له امله عاجزي ښکاره کوي، یو شاعر په شاوخوا چاپیریال کې د فکر کولو پر مهال وایي:
د حیرانتیا خبره ده چې څنګه د الله نافرماني کیږي
او څنګه ترې انکار کوونکی انکار کوي
حال دا چې هر حرکت
او هر سکون تل ګواه دي.
او په هر شي کې د هغه (د قدرت ) نښه ده چې
پدې دلالت کوي چې (هغه ذات) یو دی.
* الله پاک په خپل کتاب کې؛ د بندګانو پاملرنه خپلو نښانو او مخلوقاتو ته راړولې ده، او امر یې کړی چې په اړه یې فکر وشي، نو مسلمان باید د قرآن لوستلو او چارچاپېره کائناتو کې د لېدلو پر مهال لدې څخه بې پروا نه شي.
پوښتنې:
س۱: موږ خپل رب په څه پېژنو؟
س۲: د الله تعالی ځینې معجزې او مخلوقات وښیه.
س۳ - له آیتونو څخه داسې څه راوباسه چې د الله تعالی په قدرت دلالت کوي.
س۴: په لاندې مخلوقاتو کې فکر وکړه، بیا د هر یو مخلوق مخې ته یې د عظمت په اړه یو څه ولیکه چې ته پرې پوهیږې او دا چې پر څه دلالت کوي:
لمر، ځمکه، شپه او سپوږمۍ
س۵: په لاندې مخلوقاتو او معجزو کې فکر وکړه، بیا په هر یو کې بېلابېل نعمتونه وشمېره:
د انسان بدن، ورځ، باران، ستوري.
اتم لوست
پيدا کوونکی او د لورینو خاوند ذات یوازې د عبادت مستحق دی.
او رب: معبود ته ویل کیږي؛ هغه ذات چې عبادت یې کیږي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی (ې خلکو! د هغه پالوونکي بندګي وکړئ چې تاسې یې پیداکړي یاست او هغه خلک يې پيداکړي چې له تاسو نه مخکې وو، د دې لپاره چې تاسې پرهیزګاره شئ. هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري) [البقرة:21- 22]
ابن کثیر ([8])رحمه الله فرمایلي: "د دې شیانو خالق؛ همغه د عبادت وړ دی".
د لوست لارښوونې:
رب؛ الله تعالی دی، ځکه چې هغه د موجوداتو پېدا کوونکی او د ټول عالم چارسازی دی، لدې امله هغه پاک ذات یوازې د عبادت وړ دی، هغه حق معبود دی، او له هغه پرته بل هر معبود باطل دی.
نهم لوست
فراشا: بستر، هغه بستر چې دوی یې خپروي او پرې کیني. بناء: ودانۍ: يعنې اسمان يې لکه ګمبد او زمکه یې لکه د چت په څېر ګرځولې ده.
د عبادت ډولونه، او د هغه چا حکم چې له الله پرته د بل چا یو څه عبادت کوي. هغه: أبو الفِداء إسماعيل بن عمر بن كثير القُرشي دی، په ۷۰۱ هـ کې زیږیدلی، په تفسیر او حدیث پوه و، ډیری تالیفات لري چې مشهور یې: تفسير القرآن العظيم"، او" البداية والنهاية " دي، دی رحمه الله په (774هـ) کال کې وفات شوی دی.
(او د عبادت ډولونه) چې الله امر پرې کړی لکه اسلام، ايمان او احسان، دغه راز دعاء، خوف، رجاء، توکل، رغبت، رهبت، خشوع، خشیت، انابت، استعانه، استعاذه، استغاثه، ذبح، نذر او نور هغه عبادتونه دي چې الله امر پرې کړی (ټول الله لره دي).
او دلیل یې د الله تعالی قول دی: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ). [الجن سورت: 18 آیت].
نو که چا له دې عبادت څخه کوم شی له الله پرته بل چا ته وکړ، هغه مشرک او کافر دی.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او څوک چې له الله سره بل داسې څوک رابولي چې پر هغه ورسره کوم دليل نه وي ، نو د هغه حساب به د هغه د پالونکي سره وي، او بېشکه کافران نه بريالي کيږي). [المؤمنون سورت : 117 ایت].
او په حدیث کې دي چې: «بېشکه دعا عبادت دی».
دلیل د الله تعالی دا قول دی: (ستاسو رب وویل چې: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر دی چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: 60ایت ].
د لوست لارښوونې:
* ریښتینی مسلمان هغه دی چې یوازې د الله عبادت وکړي، مګر هغه څوک چې له الله پرته د بل چا عبادت کوي مشرک او کافر دی -العیاذ بالله-.
دعا لاندې چارو ته شاملیږي: ابو داود په : کتاب الصلاة باب الدعاء کې په (1479) شمیره، او ترمذي په أبواب التفسير، باب تفسير سورة المؤمن (غافر) کې په (3247) شمیره روایت کړی، أبو عيسى: ویلي" هذا حديث حسن صحيح "، او ابن ماجه په كتاب الدعاء، باب فضل الدعاء، کې په (3828)، او أحمد په ج4 مخ267، 276، کې راوړی دی، او سند یې صحیح دی،او کوم چې د أنس بن مالك حدیث دی: (الدُّعاء مُخُّ العِبادَةِ) نو هغه حدیث د سند له اړخه ضعیف دی، ترمذي په الدعوات کې په (3371) شمیره روایت کړی او ویلي یې دي :"هذا حديث غريب من هذا الوجه لا نعرفه إلّا مِن حديث ابن لهيعة".
أ- د الله تعالی تعظیم او درناوی. داخرین: یعنې سپک او ذلیل.
ب- د دعا کوونکي عاجزي او خشوع.
ج- الله تعالی ته هیله مندي او له هغه په کلکه غوښتنه کول، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دعا په خپله عبادت دی.
* الله تعالی موږ ته خبر راکړی چې څوک له الله پرته بل څوک رابلي او یا د الله جل جلاله له رابللو تکبر کوي او نه یې رابلي نو هغه:
- کافر دی لکه څنګه چې په لومړي آیت کې راغلي.
- او ورتګ یې جهنم ته دی، لکه څنګه چې په دویم آیت کې راغلي.
* عبادت ډېر ډولونه لري او دا چې دوه شرطونه يې نه وي پوره شوي عبادت روا او د منلو وړ نه دی:
۱ - دا چې یوازې موخه ترې د الله رضا وي.
۲ - (عبادت) په هغې طریقې وشي چې د شریعت مطابق وي، نه په هغې چې خلکو له ځانه جوړه کړي وي.
پوښتنې:
س۱: د هغه چا حکم څه دی چې له الله تعالی پرته بل چاته یو څه عبادت وکړي؟
س۲: د هغه چا پایله څه ده چې د الله تعالی له عبادت څخه تکبر او لويي وکړي؟
س۳: پدې څه دلیل دی چې دعا عبادت دی؟
س۴: که له یو چا څخه دې واوریدل چې د یو قبر سره وایي: ای د دې قبر خاونده مرسته راسره وکړه، او یا راڅخه ستونزه لرې کړه، نو د دې کړنې حکم یې څه دی؟ او په څه ورته نصیحت کوې؟
س۵: د عبادت ځینې ډولونه وښیه؟
س۶: د نیک عمل د قبلیدو شرطونه وښیه؟
لسم لوست
د عبادت د ځینو ډولونو دلایل
د خوف (ویرې) دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ) [آل عمران سورت: 175آیت].
د هیله مندۍ دلیل:
د الله تعالی دا قول: (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هېڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
د توکل دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (او تاسو خاص په الله توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ). [الكهف سورت: 110 آیت]، او د الله تعالی دا قول: (او هغه څوك چې په الله توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى). [الطلاق سورت: 3 آیت].
او د لیوالتیا، ویرې او عاجزۍ دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې بیړه کوله او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره عاجزي كوونكي وو) [الأنبياء سورت: 90 آیت].
او د خشیت دلیل: (د الله ویره د هغه له پېژندلو سره)
د الله تعالی دا قول دی: (نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ). [البقرة سورت: 150 آیت].
د استعانت (د الله تعالی څخه د مرستې غوښتلو) دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو). [الفاتحة:5].
د لوست لارښوونې:
* ویره، عاجزي او لیوالتیا؛ د معنا له اړخه له یوبل سره نږدې عبادتونه دي چې یوازې باید الله تعالی ته وشي، ځکه همدا ویره او د الله له عذاب نه ځان ژغورل دي چې یو مسلمان له هغه څه نه ځان بندوي چې الله تعالی پرې حرام کړی دی.
* هیله مندي او لیوالتیا دوه عبادتونه دي او هغه مهال ادا کیږي چې بنده د الله تعالی د فضل او خوښۍ پسې شي، د عبادت په کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره هڅه کوي او زیار باسي چې تر لاسه یې کړي؛
* توکل: په الله تعالی د زړه باور او نېک ګمان دی، نو چا چې وکړ، الله تعالی به ورته د ټولو غمونو په لرې کولو سره بسنه وکړي، چارې به یې سازې کړي، او له هغه ځایه به رزق ورکړي چې دی به یې ګمان هم نه کوي.
* د انابت معنا: په توبې او عاجزۍ سره الله تعالی ته د هغه د رحمت په هیله رجوع کول دي.
* واجب دي چې دا عبادتونه د خپلو لویو معناوو سره یوازې یو الله تعالی ته ترسره شي؛ پرته له ټولو مخلوقاتو څخه.
پوښتنې:
س۱: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
د عبادت له ډولونو څخه: ویره، ..............................، ........................،........، ..................................... دي.
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
خوف او رهبت (ویره او لیوالتیا)
په الله تعالی د زړه باور
توکل
الله تعالی ته رجوع کول
انابت (رجوع)
د الله تعالی له عذاب څخه ویره دا ده چې مؤمن له هغه څه نه ځان بند کړي چې الله تعالی پرې حرام کړی وي،
س۳: د لاندې (عبادتونو) لپاره له قرآن کریم څخه دلایل وړاندې کړه:
أ- الرَّجاء (هیله مندي)
ب- توکل
ج- الخشْيَة (ویره)
د- الإنابَة (رجوع کول)
هـ- الرَّغبة (لیوالتیا)
یوولسم لوست
د عبادت د ځینو ډولونو دلایل
د استعانت (مرستې غوښتلو) دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو). [الفاتحة:5].
او په حديث کې راځي: «کله دې چې مرسته غوښته نو يوازې له الله نه يې غواړه»([11]).
د استعاذې (پناه غوښتنې) دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې). [سورت الفلق: ایت 1]، او (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس) [ الناس سورت: 1ایت] (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم).
او د استغاثې (مدد غوښتلو) دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مدد كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي). [الأنفال سورت : 9 ایت] دا حدیث د ابن عباس د هغه حدیث برخه ده چې ترمذي روایت کړی او ویلي یې دي چې :" حديث حسن صحيح "، کتاب: صفة القیامة، ۵۹ باب، د حدیث شمیره ده: (2516)، او امام احمد ج1 293، 303، 307، مخونو کې روایت کړی، او معنا یې ده: کله دې چې په دنیوي او یا اخروي کارونو کې د یو سخت کار لپاره مرسته غوښتله نو له الله یې وغواړه؛ ځکه له هغه پرته بل مرسته کوونکی او مددګار نشته، او نه له هغه پرته بل دروازه پرانیستونکی، او ورکوونکی شته، نو باید هغه ته د نږدې کېدو په مقام کې نورې ټولې وسیلې پرې کړو، لکه څنګه چې دې خبرې ته د الله تعالی دا قول اشاره کوي: (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) (یعنې عبادت نه کوو مګر ستا، او ملا نه تړو مګر یوازې پر تا).
د ذبحې دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العالمین لپاره دي. د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم). [الأنعام سورت : 162 - 163ایتونه]. او فلق: سهار ته وایې: لکه پدې آیت کې چې راغلي:﴿ فَالِقُ الْإِصْبَاحِ ﴾ یعنې: (د سبا (د رڼا) چوونكى دى).
او له سنت څخه یې دلیل دا دی: «پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې د الله نه غير د بل چا لپاره حلاله کوي».
او د نذر دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر خپور شوی دی). [سورت الإنسان: ایت 7] .
د لوست لارښوونې:
* استعانت: مرسته غوښتل: له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل، چې په دې کې د بنده بشپړ تسليمېدل او خپل رب ته د چارو سپارل شامل دي. مسلم په اوږد حدیث کې روایت کړی، کتاب الأضاحي، باب تحریم الذبح لغیر الله و لعن فاعله :(3/1567) کې په: (1678) شمېره، او لعنت: د الله تعالی له رحمت څخه لرې کېدل دي، او لعین او ملعون هغه چاته وایي چې لعنت پرې شوی وي.
* استعاذه؛ پناه غوښتلو او پر الله تعالی ملا تړلو ته وایې، په داسې حال کې چې بشپړه اړتیا ورسره مل وي.
* استغاثة؛ له الله تعالی څخه د خېر په لاسته راوړلو یا د بدۍ په مخنیوي کې مرسته غوښتل. مُسْتَطِيراً:خپور شوی، یعنې عام او په ټولو خلکو کې خپور.
* که د یو ژوندي حاضر شخص څخه په داسې یو کار کې مرسته وغواړې چې هغه یې کولی شي، لکه په موټر کې ستاسو سامان وړل، یا تاسو له ډوبیدو څخه ژغورل؛ نو دا کار روا دی او شرک نه دی.
* پر مسلمان واجب دي چې خپله حلاله یوازې الله تعالی ته د عبادت په موخه وګرځوي او د هغه په نوم یې وکړي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه) [الكوثر سورت : ایت 2].
* نذر: يو کس په خپل ځان داسې څه ومني چې واجب پرې نه وي لکه (چې ووایي): که په امتحان کې بریالی شوم نو پر ما دې درې ورځې روژې وي.
* نذر هغه عبادت دی چې له الله جل جلاله پرته د بل چا لپاره روا نه دي، نو داسې دې نه وايي چې: ما قبر ته دا او دا شی نذر کړی دی.
پوښتنې:
س۱: الله تعالی په خپله دې وینا کې موږ ته په څه امر کړی دی؟ (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې).
س۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په حدیث کې په څه امر کړی دی؟ «که تاسو مرسته غواړئ، نو له الله تعالی څخه مرسته وغواړئ»
س۳: د لاندې کلماتو معنا ذکر کړئ: الاسْتِعانَة، والاستِغاثَة، والاستِعاذَة؟
س۴: د لاندې کړنو لپاره له قرآن کریم څخه دلایل ووایه:
- الاستِعانَة، (په پیروۍ او نورو چارو کې مرسته غوښتل).
- الاستِغاثَة. په سختیو کې له الله تعالی څخه مرسته غوښتل.
- الذبح (حلاله).
- النذر. منښته.
دولسم لوست
د اسلام دین
دویم اصل: په دلایلو سره د اسلام د دین پېژندل.
الله تعالی ته په یوالي او اطاعت سره تسليمېدل، له شرک او د هغه له پلویانو څخه بېزاري ده.
او هغه درې مرتبې لري:
اسلام، ایمان او احسان، او هره مرتبه یې ارکان لري.
د لوست لارښوونې:
* د ځمکې پر مخ هغه دینونه چې خلک یې پیروي او تابعداري کوي ډېر دي، خو حقیقي دین یو اسلام دی، او نور دینونه باطل دي، الله تعالی فرمایلي: (او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى). [آل عمران سورت: 85 آیت].
* موږ د اسلام دین له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه پېژنو.
* د پېریانو او انسانانو په شمول ټول عالم یې باید اسلام قبول کړي او خپل باطل دینونه پریږدي، که نه نو ځای یې دوزخ دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په هغه ذات مې قسم دی چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی، زما د بلنې په اړه که د دې امت یهودي او یا نصراني خبر شو او بیا په داسې حال کې مړ شو چې زما په رسالت یې اېمان نه و راوړی، مګر دا چې له دوزخیانو څخه به وي»([15]).
* پر مسلمان واجب دي چې خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي، الله تعالی فرمایلي: (د خپل رب لارې ته په حکمت او ښکلي نصیحت سره بلنه کوه او له دوی سره په هغې طرېقې مجادله (مباحثه) کوه چې هغه تر ټولو ښه وي) [سورت النحل: ایت 125].
پوښتنې:
س۱: حق دین څه دی؟ او دلیل پرې څه دی؟
س۲:د دین مرتبې وشمیره. مسلم په كتاب الإيمان، باب وجوب الإيمان برسالة نبينا محمد صلى الله عليه وسلم إلى جميع الناس ونسخ الملل بملته کې په (1/134)، او شمیره (153).روایت کړی دی.
س۳: لاندې خالي ځایونه ډک کړئ:
اسلام: هغه الله ته په یوالي، او اطاعت سره ......................، او له ....................... او د هغه له ........................... څخه بېزاري ده.
س۴: په (هو) او (نه) سره ځواب ورکړئ:
- د اسلام دين جنت ته رسوونکي لار ده.
- نور ادیان یې خاوندانو لره بربادوي.
- د اسلام دین له قرآن او سنت څخه پېژنو.
لومړی لوست
ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته.
لومړۍ مرتبه:
د اسلام ارکان پنځه دي: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته، او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ ادا کول، زکات، د رمضان روژه او د بیت الله الحرام حج.
د ګواهۍ دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (الله ګواهي وركړې د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ حقدار د عبادت په حقه سره مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دی). [آل عمران سورت: 18 ایت].
او معنا يې دا ده چې له الله پرته بل هيڅ حق معبود نشته.
(لا اله) یعنې (هېڅ حق معبود نشته): د ټولو هغو معبودانو نفي ده چې له الله پرته یې عبادت کیږي.
(إلا الله): یو الله ته د عبادت اثبات؛ هغه ذات چې په عبادت کې هیڅ شریک نه لري، لکه څرنګه یې چې په ملکیت کې نه لري، او تعبير يې د الله تعالى له دې قوله څرګند دى (چې فرمایي): (او کله چې ابراهيم علیه السلام خپل پلار او قوم ته وويل: پرته له شکه زه له هغه څه بېزاره يم چې تاسو يې لمانځئ.(۲۶). مګر هغه ذات چې زه يې پيداکړی يم؛ نو هغه مې لارښوونه کوي.(۲۷) او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي). [سورت الزخرف: 26- 28 ایتونه].
او د الله تعالی دا وینا: (ورته وايه اې اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته به بل څه نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوک له الله نه پرته يو بل د معبودانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو). [آل عمران سورت : 64 ایت ].
د لوست لارښوونې
* ګواهي ورکول چې (له الله پرته بل حق معبود نشته) ترټولو لوی حقیقت دی چې زموږ پروردګار؛ تر ټولو عادل ذات پرې ګواهي ورکړې، او ملاېکو پرې هم ګواهي ورکړې او د حق علم خاوندانو پرې هم ګواهي ورکړې ده.
* (لا إله إلّا الله) دوه وو شیانو ته شاملیږي: فطرني: زه یې پیدا کړی او شته کړی یم، په داسې حال کې چې هېڅ نه وم.
لومړی: د هر هغه څه نفي کول چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي.
دویم: دا ثابتول چې حقیقي معبود یوازې یو الله دی.
*لکه څنګه چې یوازې الله جل جلاله خالق او اداره کوونکی دی او هیڅ شریک نه لري، نو هغه یوازینی معبود دی چې هیڅ شریک نلري.
* ( لا إله إلّا الله ) دا د اسلام هغه بلنه ده چې یو مسلمان یې ټولو خلکو ته ورکوي.
* شَهادَة أن لا إله إلّا الله (په دې ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته) دا ګواهي له شرک او مشرکانو څخه د بۍ زارۍ غوښتنه کوي، لکه څنګه چې ابراهیم علیه السلام د خپل قوم سره کړي و.
اهل کتاب: یهود او نصارا دي.
* دا چې خلک په اسلام کې له داخلیدو څخه مخ اړوي، نو دا کار باید د دې لامل ونه ګرځي چې یو مسلمان خپل اسلام ښکاره نه کړي او خلک ورته راونه بلي (بلکې باید ښکاره یې کړي او خلک ورته راوبلي). (نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو).
پوښتنې:
س۱: په (لا اله الا الله) ګواهی ورکول نفي او اثبات دواړو ته شاملیږي؟ نو څه شی نفي کوي او څه شي ثابتوي؟
س۲: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
الله تعالی د دې کائناتو پېدا کوونکی او چارسنبالی دی او شریک نه لري، لدې امله واجب دي چې یوازې د هغه ................................. وشي.
س۳: په لا اله الا الله د ګواهۍ ورکولو لپاره دلیل وړاندې کړه.
س۴ - مسلمانانو ته د خپل دین په اړه څه کول واجب دي؟
س۵: په لاندې آیتونو کې د نفی لاندې یوه کرښه او د اثبات لاندې دوه کرښې کش کړئ.
أ- د الله تعالی قول (چې فرمایي): او کله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: پرته له شکه زه له هغه څه بېزاره يم چې تاسو يې لمانځئ.(۲۶). مګر هغه ذات چې زه يې پيداکړی يم؛ نو هغه مې لارښوونه کوي.(۲۷) [الزخرف سورت : 26- 27 ایتونه].
ب - د الله تعالی قول: (او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه پرته په حقه (بل) هېڅ معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ)! [الأعراف سورت: 65 آیت].
دویم لوست:
پدې ګواهي ورکول چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
او پدې دلیل چې محمد د الله رسول دی:
د الله تعالی دا قول دی: (دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاسې پر ښېګڼې حريص دى، پر مؤمنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبةسورت : 128ایت ].
او د دې ګواهۍ ورکولو معنا چې محمد د الله رسول دی دا ده چې: په کومو شيانو هغه امر کړی په هغو کې يې طاعت وشي، د کومو شيانو په اړه یې چې خبر ورکړی په هغو کې ریښتینی وګڼل شي، له کومو شيانو يې چې منع کړې او رڼل يې پرې کړي له هغو ډډه وشي او دا چې د الله عبادت يوازې په هغو شيانو وشي چې د هغه په شريعت کې دي.
د لوست لارښوونې
پدې ګواهي ورکول چې محمد د الله رسول لاندې کارونو ته شاملیږي:
أ- دا ایمان درلودل چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم خلکو ته د رسول په توګه لیږلی او خپل حق دین یې ورته وحې کړی دی. د الله تعالی قول ﴿مِنْ أَنْفُسِكُمْ﴾ یعنې: ستاسو له جنس څخه چې تاسو یې نسب، حسب او ژبه پېژنئ، او دا قول یې ﴿عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ﴾ یعنې هغه څه پرې سخت تمامیږي چې تاسې ستړي ستومانه کوي، ځکه چې هغه خو ستاسو څخه دی او ستاسو د لارښوونې لپاره رالیږل شوی دی﴿حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾ یعنې ستاسو په ایمان راوړلو او هدایت حریص دی.
ب- په محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل، په هر هغه څه کې چې هغه ترې خبر ورکړی د : الله تعالی، ملایکو، پېغمبرانو، د آخرت ورځ او داسې نورو په اړه، ځکه چې هغه له ځانه خبرې نه کوي.
ج- د شریعت په ټولو چارو کې یې پيروي کول چې هغه راوړي دي.
د- په زیاتوالي او یا کموالي سره په دین کې له نوښت راوستلو ډډه کول.
پوښتنې:
س۱: د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ ګواهي ورکول کومو کارونو ته شاملیږي.
س۲: خالي ځایونه په لاندې کلمو سره ډک کړئ:
لیږلی- باور - خلک - الله - پېغمبران - هجرت
په محمدُُ رسول الله ګواهي ورکول دې ته شاملیږي چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم .........................ته ....................لیږلی، او هغه ته یې د حق دین وحې کړې ده، او دا ایمان په هر هغه څه د .........................کولو غوښتنه کوي چې هغه یې په اړه .................... ته د ملاېکو او ............................. په اړه خبر ورکړی دی.
س۳: شَهادَة أنَّ محمَّداً رَسولُ الله صلى الله عليه وسلم؟ څه معنا؟
س۴: په دې ګواهۍ دلیل وړاندې کړه چې محمد د الله رسول دی.
دریم لوست
د اسلام د پاتې ارکانو دلیل
د لمانځه او زکات دلیل او د توحید تفسیر:
د الله تعالی قول: {او هغوى ته (هم) د بل څه امر نه و شوى، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه كوونكي حق پلوي اوسي، لمونځ دې كوي، زكات دې وركوي او همدا سم روغ دين دى}. [سورت البينة: ایت 5].
او د روژې دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: [اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! پر تاسو روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ]. (البقرة سورت : 183ایت.)
او د حج دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (او خاص د الله لپاره په خلکو د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا چې هغه ته د لارې وسه او طاقت ولري او څوک چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى). [آل عمران سورت: 97 آیت]. الحنفاء: هغه کسان چې پابند دي او شرک یې پریښی. القیمة: یعنې برابر او نېغ.
د لوست لارښوونې:
* لمونځ د اسلام هغه ستن ده چې په هغه سره د ایمان دوه ګواهیانې په بشپړه توګه ثابتیږي، نو څوک چې لمونځ پریږدي هغه کافر دی، الله تعالی په المدثر سورت کې فرمایلي: (مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟ دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځینې نه وو). [المدثر سورت: 42 - 43] آیتونه. کتب: یعنې: فرض کړی شوی دی.
* په خوښۍ سره د زکات ورکول د مسلمان لپاره د مال په اړه د خپل رب په وړاندې د تسلیمیدو دلیل دی.
* روژه او حج د اسلام دوه رکنونه دي، چې الله جل جلاله پرې خپلو پېغمبرانو ته امر کړی دی.
* دا څلور رکنونه له انسان څخه د واقعي مسلمان شخصيت جوړوي، لمونځ د ذکر، د قرآن کریم د تلاوت او الله تعالی ته د درناوي بنسټ دی، او زکات د مالي اړخ بنسټ دى او روژه په حقه چاره د نفس د قابوکولو بنسټ دى او حج د الله جل جلاله د رضا لپاره د زیار ویستلو او مال لګولو اساس دی. نو اسلام څومره یو ستر دین دی!
پوښتنې
س۱: د اسلام ارکان وشمیره.
س۲: لمونځ ولې د اسلام ستن ده؟
س۳: د الله تعالی پدې وینا سره څوک مخاطب دی: (فرض کړی شوې ده پر تاسې روژه)؟
س۴: لاندې جملو ته (√) او یا (×) علامه وکاروئ:
- زکات الله تعالی په خپلو بندګانو فرض کړی دی.
- لمونځ د دین ستن ده.
- حج په هر مسلمان فرض دی، که وس یې وي او که نه وي.
روژه نفس په زغم سره عادت کوي.
س۵: د زکات، روژې او حج د فرضيت دلايل بیان کړه.
څلورم لوست
ایمان
دویمه مرتبه:
او ايمان څه له پاسه اويا څانګې لري چې لوړه يې د (لا إله إلا الله) ويل او ټيټه يې د لارې څخه ضرري شی لرې کول دي، او حياء د ايمان يوه څانګه ده ([20]).
ارکان يې شپږ دي: چې پر الله جل جلاله، د هغه په ملايکو، په کتابونو، په رسولانو، د اخرت په ورځ او د خېر او شر د تقدير په اندازه ايمان ولرې.
پدې شپږ ارکانو دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب لور ته وګرځوئ، لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت او په ملايكو او په كتابونو او په نبیانو يې ایمان راوړى وي). [البقرةسورت : 177ایت ].
او د تقدیر دلیل: د ا د ابن حبان روایت دی، او د مسلم روایت داسې دی: (فأفضلها قول: لا إله إلّا الله)، او بخاري په خپل صحیح کې دا الفاظ راوړي: (الإيمان بِضْعٌ وسِتُّون شُعْبَةً، والحياء شُعْبَةٌ مِن الإيمان).
د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى) [القمر سورت : ۴۹ آیت].
د لوست لارښوونې:
* ایمان د زړه باور، د ژبې اقرار او د غړو عمل ته شاملیږي.
* ایمان د عملونو د اعتبار لپاره شرط دی، نو له ایمان پرته عملونه بې ارزښته دي او دا د الله تعالی د دې وینا معنی ده چې فرمایي: (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب لورې ته وګرځوئ، لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت یې اېمان راوړی وي).
* یو مسلمان تل باید د نیکیو په کولو او د حرامو په پریښودلو سره خپل ایمان پیاوړی کړي تر څو یې په زړه کې ځای ونیسي.
پوښتنې:
س۱: د ایمان تر ټولو لویه او تر ټولو کوچنۍ شعبه کومه کومه ده؟
س۲: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
ایمان د زړه .....................، د ................اقرار او د .........................عمل ته شاملیږي.
س۳: د لاندې ځوابونه څخه سم ځواب غوره کړئ:
ایمان لاندې شیانو ته شاملیږي:
أ- د زړه باور او د اندامونو عمل.
ب- په ژبه اقرار.
ج- یوازې عمل ته.
د -(أ+ب) دواړه.
س۴: د ایمان درې رکنونه له دلایلو سره ووایه.
س۵: په تقدیر د ایمان دلیل ووایه.
پنځم لوست:
احسان/نیکي
دریمه مرتبه:
احسان: یو رکن دی؛ هغه دا چې د الله عبادت داسې وکړې لکه ته چې هغه وینې، او که ته هغه نه وینې، هغه تا ویني.([21]).
دلیل د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي). النحل سورت: ۱۲۸ آیت.
او د الله تعالی دا قول: {او په ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه (217). هغه چې تا ويني كله چې پاڅېږې (218) او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني) (219) بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دی). [الشعراء سورت : ۱۱۷-۱۲۰ آیتونه].
او د الله تعالی دا وینا: {او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرانه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو په كې بوخت (لګيا) ياست}. [يونس سورت: 61 آیت]،
د لوست لارښوونې: دا د هغه حدیث برخه ده چې بخاري او مسلم په خپلو صحیحنو کې روایت کړی، او هغه د جبریل علیه السلام مشهور حدیث دی.
*احسان تر هغه پورې نه تر لاسه کیږي تر څو مسلمان د خپل رب عبادت په داسې بڼه وکړي چې هغه یقیني وي چې الله یې ګوري، کړنې یې ګوري او عملونه یې حسابوي.
*احسان په دوو شیانو کې وي:
- په نیت کې چې انسان یې له ریا او نفاق څخه پاک کړي. تفیضون: یعنې چې تاسو یې کوئ.
- او په عمل کې چې د شریعت تابع وي، او په هوډ او قوت سره یې تر سره کړي.
پوښتنې:
س۱: د دین درې ګونې مرتبې وښیه.
س۲: احسان تعریف کړه.
س۳: احسان په څه شي کې وي؟
س۴: د احسان لپاره دلیل ووایه.
س۵: که یو کس ووینې چې په ګناهونو اصرار کوي او کله چې ورته نصیحت وکړې نو وایي: خلک یې نه ویني او نه یې په اړه پوهیږي، نو ته ورته څه وایې؟
شپږم لوست
له سنت څخه د دین پر مرتبو دلیل:
(له سنت څخه دليل): د جبريل مشهور حديث دی چې له عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- څخه روايت دی، وايي چې: «په داسې حال کې چې یوه ورځ موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه پر موږ یو سړی را ښکاره شو چې سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، نو رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته کېناست، خپل زنګنونه يې د هغه له زنګنونو سره ولګول او لاسونه يې په خپلو ورنونو کېښودل، او ورته یې وویل: اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اسلام دا دی چې ته ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد -صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله»-. ويې ويل:"ته رښتيا وایي". نو مونږ حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه" هغه وویل: " دا چی په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د خیر او شر په تقدیر باور ولرې؛ ویې فرماییل: "د احسان په اړه خبر راکړه ." هغه وویل: "دا چې د الله تعالی عبادت پداسې توګه وکړې لکه چې ته هغه وینې، خو که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني". ويې ویل: ماته د قيامت په اړه خبر راکړه، ويې فرمایل: پدې (ځواب) له پوښتونکي څخه پوښتل شوی ډیر نه پوهیږي، هغه وويل: له نخښانو څخه یې خبر راکړه". ويې ویل: "دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابله (لوڅ پښې)، بربنډ، محتاج، شپانه یو له بل څخه په ابادیو کې وړاندیوالی وکړي". بیا هغه روان شو، نو ډیر وخت تېر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرماییل: دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو د دین چارې دروښیي».
د لوست موخې
*د جبرائیل علیه السلام حدیث یو لوی حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په کې د دین درې مرتبې (اسلام – ایمان – او احسان) په کافي او قناعت بخشه توګه بیان کړي، نو مسلمان یې باید حفظ کړي. او پر معنا یې ځان پوه کړي.
* په مسلمانانو د الله تعالی له نعمتونو څخه یو دا دی چې د دوی دین یې د نورو دینونو او تګلارو پر خلاف روښانه ګرځولی، چې هغو ټولو یې پیروان له اضطراب او ګډوډۍ سره مخ کړي، او له امله یې په تیارو کې ژوند کوي.
* جبرائیل علیه السلام د الله په نزد عظیمه ملاېکه ده او هغه څوک دی چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم وحی نازلوي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام یې نه ګوري، خو دا ځل د یو انسان په څېره کې دوی ته راغلی و. دا حدیث مسلم په كتاب الإيمان، باب: بيان الإيمان والإسلام والإحسان، کې راوړی دی، د حديث شمیره (1). ملیا: یعنې اوږد وخت. مطلب دا چې د دښتو پر اوسیدونکو او د دوی په څېر نورو اړمنو او غریبانو خلکو به دومره د دنیا پراخي راشي چې په ودانیو جوړولو کې به له یو بل سره سیالي کوي. پدې معنا چې وینځه به خپل بادار او یا باداره وزیږوي. یعنې دا چې ننوتونکي سړي خپل لاسونه په خپلو ورنونو کېښودل او د زده کوونکي په بڼه کېناست.
* د قیامت په اړه پوه یو غیب دی چې الله تعالی پرې پوهېدل د ځان پورې ځانګړې کړې دي، نه پرې کومه نږدې ملاېکه او نه لیږل شوی پېغمبر پوهیږي.
پوښتنې:
س۱: د جبریل له حدیث څخه لاندې ځوابونه رواباسئ:
أ- د اسلام د مرتبې لپاره دلیل. ب- د ایمان د مرتبې لپاره دلیل. ۳ - د احسان د مرتبې لپاره دلیل.
س۲: د جبریل له حدیث څخه د قیامت هغه نښې راوباسه چې پکې ذکر شوي دي.
س۳: ولې جبریل علیه السلام راغی او له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنې وکړې؟
س۴: پدې حدیث کې صحابه کرام څه شي ته حیران شول؟
س۵: ولې دا حدیث لوی حدیث دی؟
س۶: جبریل علیه السلام ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا څه معنا: «پدې (ځواب) له پوښتونکي څخه پوښتل شوی ډیر نه پوهیږي».
اووم لوست
د پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پېژندنه.
درېيم اصل: د خپل نبي محمد -صلی الله عليه وسلم- پېژندنه.
هغه محمَّد بن عبد الله بن عبد المطلب بن هاشم دی، هاشِم له قريشو څخه و، او قُرَيْش عرب وو، او عَرب د إسماعِيلَ بن إبراهيم الخلِيل عليه وعلى نَبِيِّنا أفضَل الصَّلاة والسَّلام له نسل څخه وو، هغه درې شپېته کاله عمر درلود، څلوېښت له نبوت څخه وړاندې او درویشت کاله نبي او رسول و، په ﴿اقْرَأْ﴾ سره نبي، او په ﴿الْمُدَّثِّرُ﴾، سره رسول ولیږل شو، ښار یې مَكَّة مکرمه وه او مدینې منورې ته یې هجرت وکړ.
د لوست لارښوونې:
* دا په اسلامي امت د الله فضل دی چې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په جزئیاتو پوهیږي، او دا یو روښانه ژوند دی چې امتیانو ته یې پيروي او په لارښوونو عمل اسانوي.
* دا په عربو د الله جل جلاله نعمت و چې د هغوی له ډلې څخه یې محمد صلی الله علیه وسلم ولېږه، نو په دې فضیلت سره هغوی ته په نورو ملتونو کې د اسلام د خپرولو مسوولیت ورتر غاړې شو.
* د محمد صلی الله علیه وسلم نبوت د جبرائیل علیه السلام په اقرأ سورت نازلولو سره پیل شو، بیا ورته الله جل جلاله د المدثر سورت په نازلولو سره د رسالت د رسولو امر وکړ .
پوښتنې:
س۱: د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسب ووایه:
س۲: لاندې تش ځایونه ډک کړه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ............................. کې وزیږید او ............................. ته یې هجرت وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ...................... کاله عمر درلوده چې له هغو څخه یې ............................. له نبوت څخه مخکې او ............................ د نبي او رسول په حیث و، په .................. سره نبي او په ................................. سره رسول ولیږل شو.
س۳: الله جل جلاله عربو ته په څه سره فضیلت ورکړی؟
س۴: په تفصیل سره د رسول الله صلی الله علیه د ژوند په اړه معلومات درلودل څه ګټه لري؟
اتم لوست
د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنه
الله تعالی له شرک څخه په ویرولو او توحید ته د بلنې ورکولو لپاره لیږلی دی.
دلیل د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: ای په جامه كې ځان نغښتونكيه!(1) پاڅېږه او خبردارى وركړه (2) او د خپل رب لويي بيان كړه (3) او خپلې جامې پاكې وساته (4) او چټلۍ نه لرې اوسه (5) او داسې ښېګڼه مه كوه چې د بدل زياتول غواړې (6) او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه [المدثر: 1 - 7].
او د لاندې آیتونو معنا داسې ده: ژباړه: (ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه). له شرک څخه یې ویروي او توحید ته بلنه ورکوي، (او نو د خپل رب لويي بیانوه). یعنې په توحید سره یې عظمت بیان کړه، (او نو خپلې جامې پاكې ساته) یعنې: کړنې دې له شرک څخه پاکې کړه، (او ګناه (او بتان) ترك كړه) الرُّجْز: بتان، او پرېښودل یې، یعنې پخپله بتان او مشرکان پرېښودل، او له هغوی او مشرکانو څخه بیزاري، لس کاله یې توحید ته په بلنې ورکولو تېر کړل، او له لسو کالو وروسته اسمان ته وخیږول شو او پنځه وختونه لمونځونه پرې فرض کړی شول، په مکه مکرمه کې یې درې کاله لمونځ وکړ، او له هغې وروسته ورته مدینې منورې ته په هجرت کولو امر وشو.
د لوست لارښوونې:
* د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنه د شرک د بدمرغۍ بیان او په وړاندې یې اخطار ورکول، د توحید عظمت بیانول او ورته د بلنې په ورکولو کې خلاصه کیږي.
* رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څه تطبیق کړل چې امر یې ورته شوی و، خپل زړه او عملونه یې له هر ډول شرک څخه پاک کړل، د بتانو پر وړاندې وجنګیده او الله تعالی یې په یووالي سره یاد کړ. د المدثر معنا ده: ای هغه څوکه چې ځان دې په جامو کې د وحې نازلېدو پر مهال د ملاېکې په لیدو له ویرې تاو کړی دی.
* هغه څه چې د توحید اهمیت ته اشاره کوي دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دیارلس کاله په مکه کې بلنه وکړه، هڅه یې دا وه چې د صحابه کرامو په زړونو کې ځای ورکړي، لس کاله له اسراء څخه وړاندې او درې کاله ترې وروسته.
* مدینې ته له هجرت څخه وړاندې مسجد الاقصی ته په وړلو او بیا اسمانونو ته په خېژولو سره خپل رب عزتمند کړ، رب تعالی یې ورسره خبرې وکړې، او دا هر څه په یوه شپه کې وشول.
پوښتنې:
س۱: په کریمه آیتونو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په څه سره امر شوی دی؟
س۲: د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنه په څه شي کې خلاصه کیږي؟
س۳: د بتانو پرېښودل په څه سره کیږي؟
س۴: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څه تطبیق کړي چې امر یې ورته شوی و او څنګه؟
س۵: پنځه وخته لمونځونه چېرته فرض کړی شول؟ او دا په څه دلالت کوي؟
نهم لوست
هجرت
الهجرة: د شرک له هېواد څخه د اسلام هېواد ته کوچېدل.
او د شرک له هېواد څخه د اسلام هېواد ته هجرت کول پدې امت فرض دي، دا حکم د قیامت تر راتللو پورې پاتې دی.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (بې شكه هغوی چې ملايكې يې ساه اخلي په داسې حال كې چې پر خپلو ځانو ظالمان وو، (ملايكې) ورته وايي په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي موږ په زمكه كې كمزوري وو، ورته وايي آيا د الله زمكه پراخه نه وه چې هجرت مو په كې كړى وى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بد ځاى دى (۹۷) پرته له هغو كمزورو نارينه و، ښځو او ماشومانو چې نه څه چاره لري او نه كومه لار پېژني (98) نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى) [النساء سورت : 97 - 99 ایتونه].
او د الله تعالی دا وینا: (اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى! بېشكه زما ځمكه پراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ). [العنكبوت سورت: 56 آیت].
بغوي -رحمه الله- وايي ([29]): " د دې آيت د نزول سبب دا دی، چې دا د هغو مسلمانانو په اړه دی چې په مکه کې وو او هجرت يې نه و کړی، الله ورته د ايمان په نوم غږ وکړ".
له سنت څخه د هجرت دلیل :
د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول دی: «هجرت تر هغه نه پرې کېږي تر څو چې توبه نه وي بنده شوې، او توبه تر هغه نه بندېږي تر څو چې لمر له لويديځه نه وي راپورته شوی» ([30]).
د لوست لارښوونې:
* په دې ژوند کې د مسلمان د شتون هدف دا دی چې د الله عبادت وکړي او له هغه سره هیڅ شی شریک نه کړي، له دې امله الله تعالی په مسلمان فرض کړي -چې کله یې کولی شول- نو د شرک له هېواد څخه دې د اسلام هېواد ته هجرت وکړي؛ کله یې چې هلته د الله تعالی شعایر نه شو ښکاره کولی. دی؛ حسین بن مسعود البغوی دی، په تفسیر، حدیث او فقه کې عالم دی، ډیری تالیفات لري چې تر ټولو مشهور یې "معالم التَّنزيل" او"شرح السُّنَّة" دي، دی رحمه الله په (516هـ) کې وفات شوی دی.
* د مشروع هجرت څخه موخه یوازې فزیکي ځای بدلول نه دي، بلکې د الله تعالی د احکامو اطاعت او د هغه له ممانعتونو څخه ډډه کول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مهاجر هغه دی چې هغه څه پرېږدي چې الله ترې منع فرمایلي وي» ([31]).
پوښتنې أحمد روایت کړی (5/65) شمیره: (16463)، او أبو داود د كتاب الجهاد په سر کې راوړی دی، باب: في الهجرة هل انقطعت (3/1)، شمیره (2479)، او دا الفاظ د همده دي.
س۱: هجرت تعریف کړه؟
س۲: په لاندې ځوابونو کې سم ځواب غوره کړه:
د هجرت حکم: بخاري په كتاب الإيمان باب: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده، کې په (10) شمیره روایت کړی دی.
- سنت.
- روا.
- فرض.
س۳: له سنت څخه د هجرت په اړه دلیل وړاندې کړه؟
س۴: له هجرت څخه موخه څه ده؟
لسم لوست
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت بشپړتیا او عمومیت
کله چې په مدینه کې ځای پر ځای شو، د پاتې قوانینو د نافذیدو امر ورته وشو لکه: زکات، روژه، حج، اذان، جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او داسې نور شرعي قوانین، پدې کې یې لس کاله تېر کړل، او وروسته هغه صلی الله علیه وسلم وفات شو، دین یې پاتې دی، هیڅ خېر یې ندی پرېښی مګر دا چې خپل امت ته یې ورښودلی او هیڅ شر یې ندی پرېښی مګر دا چې خپل امت یې ترې ویرولی.
او هغه خېر چې ده خپل امت ته ښودلی؛ توحيد او ټول هغه څه دي چې د الله خوښ دي او پرې راضي کېږي، او هغه شر چې امت يې ځينې ویرولی؛ شرک او ټول هغه څه دي چې د الله نه دي خوښ او منع يې ترې کړې ده.
الله تعالی ټولو خلکو ته لیږلی دی، او په ټولو انسانانو او پيریانو یې د هغه پیروي فرض کړې ده.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (ووايه: اې خلکو! پرته له شکه زه تاسو ټولو ته د الله استازی يم). [الأعراف سورت: 158آیت].
الله تعالی پرې دین بشپړ کړی دی.
دلیل یې دالله تعالی دا قول دی: (نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ). [سورت المائدة: 3 ایت].
او د هغه -صلی الله عليه وسلم- پر وفات دليل د الله تعالی دا قول دی: {بې شكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي (30) بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ). [سورت الزمر: ۳۰- ۳۱ ایتونه].
د لوست موخې:
* وروسته له دې چې توحید د مسلمانانو په زړونو کې ځای ونیوه، په مدینه منوره کې عملي قوانین نازل شول لکه: روژه، زکات او حج.
* رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل امت ډیر حریص، خواخوږی او مهربان و، لدې امله یې هرې ښېګڼې ته د هغوی لارښوونه کړې او له هر شر څخه یې منعه کړي دي.
* د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت ټولو انسانانو او پيریانو ته عام دی، لدې امله به له هغوی ټولو څخه په قبرونو کې د هغه صلی الله علیه وسلم په اړه پوښتنه کیږي.
زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت یو بشپړ پېغام دی او د بشپړتیا نښې یې په لاندې ډول دي:
أ- په دې کې هر هغه څه شامل دي چې د دین او دنیا له چارو سره مناسب دي.
ب- نېمګړتیا پکې نشته او نه زیاتوالي ته اړتیا لري.
* زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم داسې وفات شوی لکه څنګه چې نور انسانان وفات کیږي، او عمر یې ۶۳ کاله و، صلی الله علیه وسلم.
پوښتنې:
س۱: عملي قوانین (حکمونه)کله او چېرته نازل شول؟
س۲: هغه کوم خېر او ښېګڼه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته ورښودلی دی؟
س۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم چاته لیږل شوی؟ دلیل یې ووایه.
س۴: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت د بشپړتیا ځینې نښې وښیه؟
س۵: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هم لکه د نورو انسانانو په څېر وفات شوی دی؟ دلیل یې څه دی؟
یوولسم لوست
له مرګ نه وروسته بیا راژوندي کېدل
خلک له مرګ نه وروسته بیا راژوندي کیږي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (له هم دې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یاست او په هم دې كې به مونږ تاسو ننه باسو، او بل كرت به مونږ تاسو راوباسو). [سورت طه: 55 ایت].
او د الله تعالی دا قول: (او تاسې يې له زمكې نه (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ (17) بیا به دى تاسو په دې كې ننباسي او راوبه موباسي په خاصو را اېستلو سره). [سورت نوح: 17 - 18ایتونه].
او له بیا راژوندي کېدو وروسته به ورسره حساب کیږي او په عملونو به یې بدل ورکول کیږي.
دلیل یې دالله تعالی دا قول دی: {او په اسمانو او زمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغو ته په ښو سره بدله وركړي}. [سورت النجم: 31 ایت].
او چا چې بیا راژوندي کېدل دروغ وګڼل کافر شو.
دلیل د الله تعالی دا قول دی: {كافرانو دا ګمان (او دعوا) كړې چې بيا به دوى راژوندي نه شي ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسې به راژوندي كېږئ او څه مو چې كړي په هغو به خبرېږئ او دا په الله ډېره اسانه ده} [سورت التغابن: 7 ایت].
د لوست لارښوونې:
*الله جل جلاله پر ټولو انسانانو مرګ لیکلی حتی پر پیغمبرانو، یوازې د هغه پاک ذات پاتې کېدونکی دی، الله تعالی فرمایلي: (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) دي؛ فاني كېدونكي دي. او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى) [سورت الرحمن: 26 - 27 ایتونه].
*مرګ ابدي پای نه ده، بلکې دا د دوو ژوندونو تر منځ یوه منځمهاله مرحله ده چې له هغې وروسته به د قیامت په ورځ له قبرونو مخلوقات راپورته کیږي.
* له قيامت وروسته به الله جل جلاله له خلکو سره د هغه څه حساب کوي چې په دې دنيا کې يې کړي دي، الله تعالی فرمایلي: (نو هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه نېک عمل وكړي، (نو) دى به هغه وویني. او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني). [سورت الزلزلة:7-8 ایتونه].
پوښتنې:
س۱: د قیامت په ورځ د خلکو د بیا راژوندي کېدلو دلیل څه شی دی؟
س۲: په اعمالو د بدلې ورکولو څه دلیل دی؟
س۳: د هغه چا حکم څه دی چې له مرګ نه وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني؟
س۴: کافران د بیا راژوندي کېدو په اړه څه عقیده لري؟ او ته ورته څه ځواب لرې؟
دولسم لوست
د رسولانو لومړی او وروستی
الله تعالی ټول پیغمبران زیری ورکوونکي او ویروونکي رالیږلي دي.
دلیل د الله تعالی دا قول دی: (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله څه حجت پاتې نشي). [النساء سورت: 165 آیت].
لومړنی (رسول) نوح عليه السلام او وروستی يې محمد -صلی الله عليه وسلم- دی او هغه خاتم النبيين هم دی.
د دې دليل چې نوح یې لومړی دی، د الله دا قول دی: (يقينا موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده). [سورت النساء: 163 ایت].
او له نوح نه تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې هر امت ته الله رسول لېږلی دی، چې يوازې د الله پر عبادت يې ورته امر کړی او د طاغوت له عبادته يې منع کړي دي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [سورت النحل: 36 آیت].
او الله پر ټولو بندګانو فرض کړي چې پر طاغوت کفر وکړي او پر الله ايمان ولري ([32]).
د لوست لارښوونې:
د رسولانو دنده: د هغو نعمتونو زیری ورکول دي چې الله تعالی د طاعت او ایمان خاوندانو ته چمتو کړي، او له هغه څه څخه وېرول چې الله تعالی د شرک او ګناه خاوندانو ته چمتو کړي، او د الله تعالی د عبادت په اړه وضاحت.
* د الله تعالی له رسولانو څخه لومړى (نوح عليه السلام) او وروستى يې محمد (صلى الله عليه وسلم) دی. له دوی څخه: إبراهيم، موسى، عيسى، او نور پېغمبران علیهم السلام دي.
*محمد صلی الله علیه وسلم خاتم الانبیاء دی، له هغه وروسته بل پیغمبر نشته، او هر څوک چې ادعا کوي له هغه وروسته ورته وحې شوې او یا هغه وروسته د نبوت دعوه کوي نو هغه دروغجن دی لکه: مسیلمه الکذاب. الله تعالی فرمایلي: (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) پای ته رسوونکی دى). [سورت الأحزاب: 40 ایت]. " الأُصول الثَّلاثة وأدِلَّتُها ". رساله پای ته ورسېده.
پوښتنې
س۱: د پېغمبرانو علیهم الصلاة و السلام دنده څه وه؟ دلیل یې ووایه:
س۲: لومړی رسول علیه الصلاة و السلام څوک و؟ دلیل یې ووایه.
س۳: د رسولانو علیهم الصلاة و السلام وروستی څوک و؟ دلیل یې ووایه.
س۴: پر هغه چا په څه رد کوې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د پېغمبرۍ دعوه وکړي؟
س۵: رسولانو علیهم الصلاة والسلام خپلو امتونو ته څه شي ته بلنه ورکوله؟
عنوان: درسي نصاب، فقه، سویه (پنځمه)
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی دی، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري، له هغو اړینو موضوعاتو او مسائلو څخه چې په پنځمه سویه کې راوړل شوي ځینې یې په لاندې ډول دي:
د اوبو د ډولونو بیان او د هر ډول حکم او مثال:
پر موزو د مسحې حکم او د تيمم طریقه.
په تفصیل سره د لمانځه طریقه او په لمانځه کې د مکروهه کړنو یادونه، او هغه وختونه چې د لمانځه څخه پکې منع راغلې ده.
د سهوې د سجدې د احكامو په اړه خبرې.
د امامت احکام، د جماعت د لمانځه حکم او د معذورو خلکو د لمانځه حکم.
پنځمه سویه
لومړی لوست (۲)
د اوبو ډولونه
اوبه په دوه وو ډولونو ویشل کیږي: ښوونکي ته: ښوونکی د اوبو د ډولونو په اړه د خبرو کولو لپاره د موضوع د سریزي په توګه وایي چې د لمانځه او داسې نورو کارونو لپاره طهارت شرط دی، او دا چې له طهارت څخه موخه دوه کارونه دي: لومړی: د بې اودسۍ لرې کول او دا چې د حدث معنا داسې یو حالت دی چې پر بدن راځي او له امله یې له لمانځه څخه منع کیږي. او دویم: له بدن، کالیو او ځای څخه د نجاست لرې کول دي، بیا زده کوونکو ته تشریح کوي چې دا طهارت په اوبو سره کیږي او اوبه په دوه ډوله دي.
لومړی: پاکې اوبه، هغه اوبه دي چې په خپله هغه بڼه پاتې وي چې الله تعالی پیدا کړي دي، لکه: د چینو، بحرونو، سیندونو، بارانونو، څاګانو او داسې نورې اوبه.
حکم یې: په دې سره پاکوالی صحیح دی.
دویم: نجسې اوبه؛ هغه اوبه دي چې رنګ، خوند او بوی یې د ناپاکۍ له امله بدل شوی وي؛ برابره خبره ده چې اوبه لږې وي او که ډیرې.
حكم یې: په دې سره پاكوالى صحيح نه دى او د څښلو لپاره او په خوړو او داسې نورو کې یې کارول حرام دي.
د هغو اوبو حکم چې کله ورسره پاک شی ګډ شي:
کله چې د اوبو سره یو پاک شی ګډ شي لکه: زعفران، چای، صابون، رنګ، خاوره او له امله یې د اوبو رنګ بدل شي، خو بلې مادې ته نه وي اوښتې، نو په خپل پاکوالي پاتې دي.
خو کله چې اوبه بلې مادې ته واوړي لکه: رنګ، چای او یا خټه، نو بیا پرې پاکوالی نه صحیح کیږي؛ ځکه چې اوبه ورته نه ویل کیږي.
پوښتنې:
س۱: د اوبو ډولونه او د هر ډول حکم وښیه؟
س۲: د سم ځواب لاندې کرښه کش کړئ:
۱ - کله چې په اوبو کې یو پاک شی ولویږي او په رنګ واوړي، نو په هغو اوبو:
(طهارت نه کیږي - په خپل پاکوالي پاتې کیږي - ناپاکه کیږي)
۲ - د بحر اوبو ته:
( پاکې اوبه ویل کیږي - ناپاکه اوبه ویل کیږي)
س۳: تش ځایونه ډک کړئ:
ناپاکه اوبه هغه اوبه دي چې: ...........................................................
ناپاکه اوبه: په ناپاکو اوبو طهارت ...................................................
په ناپاکو اوبو : ..........................................................حرام دي.
دویم لوست ([3])
پر موزو (ماسیو) مسح کول
تاسو لا د مخه پوه شوي یاست چې د اوداسه له فرضونو څخه یو د ښنګرو پورې د پښو وینځل دي، خو ځیني وختونه د یخنۍ او یا بل څه له امله مسلمان اړتیا پيدا کوي چې موزې یا جرابې په پښو کړي، نو آیا هر ځل پرې په اودس کې د پښو وینځلو پر مهال د موزو او یا جرابو ویستل لازم دي؟ ښوونکي ته: - موزه تر هغه پورې د پښو پټوونکې بلل کیږي چې د موزې اطلاق پرې کیږي، یعنې په سوریو سره یې حکم نه بدلیږي، - ښوونکی روښانه کوي چې مسح د وخت په پای ته رسیدلو، د موزو او جرابو او یا یو له دوی څخه په ویستلو سره مسح باطلیږي او یا دا چې جنابت رامنځته شي. - د اسلام مهربانۍ او آسانتیا ته اشاره. - ښوونکی د زده کوونکو په وړاندې عملي مسح کوي او له هغوی غواړي چې ورپسې یې عملي کړي.
ځواب: پر هغه دا کار لازم نه دی، ځکه دا پر بندګانو د الله تعالی مهرباني او پر هغوی اساني ده چې په موزو او داسې نورو یې ورته د پښو وینځلو پر ځای مسح روا کړې ده.
او د بلال رضي الله عنه حدیث پرې دلیل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر موزو مسح کړې ده([4]).
الخف: هغه څه چې له څرمنې او داسې نورو څخه جوړه شوي وي او پښو ته وراغوستل کیږي.
الجورب: (جورابې) هغه چې له مالوچو او داسې نورو څخه جوړیږي او پښو ته وراغوستل کیږي او شوراب ورته ویل کیږي. مسلم په کتاب الطهارة، باب المسح علی الناصیة و العمامة کې په ۲۷۵ شمیره روایت کړی دی.
د مسحې شرطونه
مسحه ځینې شرطونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱- چې موزه او یا جورابه له پاک شي څخه جوړه شوي وي.
۲ - موزه او یا جرابه مباح وي، ځکه په حرامو مسح نه کیږي لکه په غصب سره اخېستل شوې، غلا شوې او یا دا چې د سړیو لپاره له وریښمو جوړې شوې وي.
۳ - چې موزه او یا جرابه پښو لره تر ښنګرو پورې پټوونکي وي.
۴ - چې موزه او یا جرابه یې له بشپړ طهارت څخه وروسته په پښو کړي وي.
د مسحې موده:
د مقیم لپاره د مسحې موده: یوه ورځ او شپه او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې ده.
د مسحې د مودې پېل او پای:
د مقیم لپاره په جرابو مسح د اودس ماتې پسې له لومړۍ مسحې څخه پيلیږي او د یوې ورځې او شپې په پای ته رسیدلو سره پای ته رسیږي، او دا موده د مسافر لپاره درې ورځې او شپې ده.
د دې مثال: که یو سړی د شنبې په ورځ د ماسپښین د لمانځه لپاره اودس وکړي، موزې او یا جرابې په پښو کړي، بیا یې اودس مات شي او کله چې په همدې ورځ د مازدیګر د لمانځه لپاره اودس کوي او په موزو او یا جرابو مسح وکړي، نو کولی شي د راتلونکې ورځې د همدې وخته پورې پرې مسح وکړي، یعنې د یکشنبې تر مازدیګره پورې، نو که غوښتل یې چې د مازدیګر لپاره اودس وکړي موزې او یا جرابې به لرې کوي او پښې به وینځي.
د مسحې طریقه:
اودس کوونکی خپل لاسونه په اوبو سره لندوي او د ګوتو له څوکو څخه تر توتو پورې پرې یو ځل لاس راکاږي، ښۍ پښه په ښي لاس او چپه په چپ لاس، او د پوندې او یا د پښې د لاندې برخې مسح کول روا نه دي.
پوښتنې:
س۱: پر موزو مسح کول څه حکم لري؟ دلیل یې ووایه.
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطي یې اصلاح کړئ:
۱ - پر موزو د مسحې له شرطونو څخه یو دا دی چې له څرمنې څخه جوړې شوې وي.
۲ - پر موزو د مسحې نېټه د اودس ماتې پسې له لومړۍ مسحې څخه پېلیږي.
۳ - د نېټې له پای ته رسیدو وروسته په جرابو مسح کول روا دي.
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
۱ - د مقیم لپاره د مسحې موده
- درې ورځې او شپې
۲ - د مسافر لپاره د مسحې موده
- مسح یې نه صحیح کیږي؛ ځکه چې له طهارت پرته یې په پښو کړي دي.
۳ - یو سړي جرابې غلا کړې، بیا یې واغوستې او مسح یې پرې وکړه.
- مسح یې نه صحیح کیږي؛ ځکه چې موزه مباح نه ده.
۴ - خالد جرابې په پښو کړې، حال دا چې اودس یې نه و او مسح یې پرې وکړه.
- یوه ورځ او شپه
- کومه ځانګړې موده نه لري
س۴: پر موزو د مسحې کولو طریقه څنګه ده؟
س۵: یو سړي د ماښام د لمانځه پسې جرابې په پښو کړې، بیا یې د ماخوستن لپاره له اودس ماتولو وروسته اودس وکړ او پر موزو یې مسح وکړه، نو هغه وختونه وښیه چې دی پکې کولی شي له هغه وروسته پر موزو مسح وکړي.
دویم لوست ([5])
تیمم:
کله چې مسلمان د لمانځه اراده وکړي، پرې واجب دي چې په اوبو اودس وکړي؛ ځکه طهارت د لمانځه لپاره شرط دی، خو که اوبه ونه مومي او یا یې ومومي خو د ناروغۍ، زخم او یا ډیرې یخنۍ له امله یې نه شي کارولی نو تیمم دې ووهي، الله تعالی فرمایلي: (بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ) یعنې تیمم وکړئ. [المائدة: 6]. - څوک چې اوبه و نه مومي، هغه څوک پرې قیاس کیږي چې اوبه لري خو د کمښت له امله یې د تندې له ویرې نه کاروي، او یا داسې یو څوک چې برق یې پرې شي او بل داسې څه نه لري چې اوبه پرې له ذخیرې راوباسي. - ښوونکی زده کوونکو ته په عملي بڼه د تیمم طریقه بیانوي او له هغوی غواړي چې عملي یې کړي.
د تیمم تعریف:
په ځانګړې طریقه په خاوره د مخ او لاسونو له مسح کولو سره د الله تعالی عبادت کول دي.
د تیمم طریقه:
په زړه کې نیت کوي، (بسم الله) وایي، بیا یو ځل په دواړو لاسونو خاوره (ځمکه) وهي، په لاسونو سره مخ مسح کوي او بیا په ښي لاس سره چپ لاس او په چپ لاس سره ښی لاس مسح کوي.
د تیمم شرطونه:
۱- نیت.
۲ - د اوبو له کارونې څخه ناتوانه کېدل؛ یا یې د نه شتون له امله او یا دا چې په کارولو سره یې له ضرر څخه ویره لري.
۳ - د خاورې پاکوالی.
۴ – د خاورې مباح والی.
د تیمم باطلوونکي:
۱ - د اوبو موندل، که څه هم د لمانځه په جریان کې وي، نه دا چې وروسته ترې پېدا شي، او یا دا چې د کارولو وړتیا یې رامنځته شي.
۲ - د اوداسه په ماتوونکو سره باطلیږي لکه:
أ - له شرمګا څخه د ډکو متیازو، تشو متیازو او یا باد وتل.
ب- خوب او خوب ته ورته حالت لکه بې هوښه کېدل.
ج- د اوښ غوښه خوړل.
پوښتنې:
س۱ - د تیمم تعریف څه دی؟
س۲: تش ځایونه ډک کړئ:
دوه حالتونه دي چې تیمم پکې روا دی:
1-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
2-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
ب- د تیمم شرطونه دا دي:
1-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
2-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
3-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
4-........................................ ........................................ ........................................ ........................................
س۳: آیا په لاندې حالتونو کې تیمم روا دی که په اوبو سره اودس کول واجب دي؟
أ- یو سړی په خپل ښار کې دننه دی او په کور کې یې اوبه نشته.
ب - یو سړی بیدیا ته لاړ، د لمانځه وخت راغی او یوازې دومره اوبه ورسره دي چې خوراک او څښاک ته یې بسنه کوي.
ج- یو سړی د سیند په غاړه ناست دی، د لمانځه وخت راغی او اوبه ورسره نشته، او ښار ترې ډیر لرې دی.
س۴: د تیمم طریقه او باطلوونکي وښیه؟
دریم لوست [۶])
لمونځ
تعریف یې: ښوونکي ته: - ښوونکی زده کوونکي لمانځه ته هڅوي او تشویقوي، او له پرېښودلو یې ویروي او خطر یې ورته بیانوي. - د کفر بدي ورته بيانوي او دا چي که کافر د کفر په حالت کې مړ شي، ځای یې دوزخ دی او هيڅکله به جنت ته داخل نه شي، الله تعالی فرمایلي: (إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ) [البَيِّنَة: 6]. (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، له اهل كتابو او مشركانو څخه، (دوى به) د دوزخ په اور کې تل ترتله وي، هم دغه كسان تر ټولو بد خلک دي).
په ځانګړو اقوالو او افعالو سره د الله تعالی عبادت کول چې په تکبیر سره پیل او په سلام اړولو سره پای ته رسیږي.
مرتبه یې:
لمونځ په اسلام کې لوړه مرتبه او ځای لري، چې له شهادتینو وروسته د اسلام دویم رکن او د دین ستن ده، او د هغه چا لپاره په اسلام کې هیڅ برخه نشته چې لمونځ پریږدي، د زیات ارزښت او لویی مرتبې له امله الله تعالی په اسمان کې د اسراء او معراج په شپه پر خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرض کړی دی.
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اسلام پر پنځو بناوو ولاړ دی: پر دې ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ ادا کول، زکات ورکول، د بیت الله حج او د رمضان روژه».
حکم یې:
لمونځ یو فرض دی چې الله تعالی پر خپلو بندګانو فرض کړی او څوک چې په قصدي توګه د غفلت او سستۍ له امله لمونځ پریږدي هغه کافر دی او که توبه ونکړي وژل کیږي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې فرمایي: «هغه پېمان چې زموږ او د دوی تر منځه دی لمونځ دی، نو چا چې پرېښود یقینا چې کفر یې کړی دی». بخاري په (۸) شمېره او مسلم په (۱۶) شمېره او احمد په مسند کې په (۲/۱۲۰) شمېره (۶۰۱۱) روایت کړی، او دا یې لفظ دی.
پر چا واجب دی؟:
لمونځ پر مسلمان، بالغ او عاقل واجب دی، که نارینه وي یا ښځینه، او کوچني ته پرې په اوو کلنۍ کې امر کیږي تر څو د لمانځه پر کولو تمرین شي، مینه یې ورسره پیدا شي او پرې عادت شي، او بلوغ په رسیدو سره به یې نه پریږدي، او کله چې لس کلنۍ ته ورسیږي په پریښودلو یې وهل کیږي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او په لس کلنۍ کې یې پرې ووهئ، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ». تِّرمذي په: خپل جامع، كتاب الإيمان، باب: ما جاء في تَرْكِ الصَّلاة (5/13)، کې په (2621)، شمیره روایت کړی او ویلې یې دي:" حَسَنٌ صَحِيحٌ غَرِيبٌ ".
پوښتنې:
س۱: په اسلام کې د لمانځه د حیثیت په اړه خبرې وکړئ؟ أبو داود په: كتاب الصَّلاة، باب: متى يُؤمَر الغُلامُ بِالصَّلاة کې د عمرو بن شُعَيب، عن أبيه، عن جَدِّه له حدیث څخه په (495)، او ترمِذِي په: أبواب الصَّلاة، باب: ما جاء متى يُؤْمَر الصَّبيُّ بالصَّلاة کې په (407) شمیره ، او دارِمِيّ په خپل سُنَنِ کې په: كتاب الصَّلاة، باب: متى يُؤمَر الصَّبيُّ بالصَّلاةِ کې په (407) شمېره، او دارقطنيّ په: کتاب الصَّلاة، باب: الأمْرُ بِتَعلِيمِ الصَّلوات والضَّربِ عليها وحَدّ العَوْرَةِ التي يجب سَترها کې: (1/230)، او الحاكم په: المستدرك، كتاب الصَّلاة، باب: في مَواقِيت الصَّلاة (1/197) کې، او بَيهَقِي په: كتاب الصَّلاة، باب: عَوْرَة الرَّجُل (2/229) کې روایت کړی.
س۲: لاندې عبارتونه بشپړ کړئ:
د لمانځه حکم..............................او چا چې په قصد او یا سستۍ سره پرېښود نو هغه ...................... دی او که توبه ونه کړي نو ...................
س۳: د لاندې (مسألو) لپاره دلیل وړاندې کړئ:
۱ - لمونځ د اسلام دویم رکن دی.
۲ - د لمانځه پریښودل کفر دی.
س۴: سم ځواب وټاکه او لاندې ترې کرښه کش کړه:
۱ - لمونځ واجب دي پر:
(مسلمان او کافر - یوازې بالغ مسلمان- مسلمان چې بالغ او عاقل وي)
لمونځ په رسول الله صلی الله علیه وسلم فرض شوی :
(د هجرت په لومړي کال - د معراج په شپه - د هجرت په نهم کال)
س۵ - کوچني ته کله په لمانځه کولو امر کیږي، او کله یې په پریښودلو وهل کیږي، دلیل سره ووایه؟
څلورم لوست ([10])
لمانځه ته د تګ او انتظار کولو آداب
لمانځه ته د تللو ادبونه: ښوونکي ته: - لمانځه ته وختي تللو ته د زده کوونکو هڅول او د دې د فضیلت بیانول. - له هغو کارونو د زده کوونکو ویرول چې لمانځه د تللو له ادابو سره په ټکر کې دي لکه: د اوږد وخت لپاره په لار کې دریدل او د ملګرو سره بې ګټې خبرې کول. - په جومات کې له بې هوده کارونو ډډه کول او د هغو بې هوده کارونو په یادونې ټینګار چې په جوماتونو کې (یې ځینې خلک) کوي. - د رکعت د لاندې کولو په خاطر له بیړي کولو ډډه کول.
مسلمان ته ښایي چې لمانځه ته د وتلو پر مهال شرعي آداب مراعت کړي، لکه دا چې:
۱ - له طهارت سره ور ووځي.
۲ - له کور څخه د وتلو پر مهال لاندې دعا ووایي، که څه هم د لمانځه لپاره نه وځي: «د الله په نوم ، پر الله مې توکل کړی، (د الله تعالی له مرستې پرته هیڅ حرکت (تغییر) او قوت نشته (نه له ګناه څوک ګرځېدلی شي او نه نیکي تر سره کولای شي)».
۳ - لمانځه ته په عاجزۍ او درناوي سره ووځي،([12])، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: «کله مو چې اقامت واورید، نو (مسجد) ته د عاجزۍ سره لاړ شئ، کوم رکعتونه مو چې (د امام سره) لاندې کړل ویې کړئ او کوم چې درڅخه تیر شوې وو نو پوره یې کړئ».
۴ - جومات ته د ننوتو پر مهال دې ښۍ پښه او د راوتلو پر مهال چپه پښه مخکې کړي او هغه دعا دې ووایي چې د ابو حمید او ابو أسید رضي الله عنهما په حدیث کې راغلې ده وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي نو ودې وایي: اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اې الله! زه ستا څخه ستا د مهربانۍ سوال کوم».([14]). أبو داود په خپل سنن کې په: (5/328)، (5095) شمیره، او ترمِذِي (5/490)، (3426) شمیره راوړی دی.
لمانځه ته د انتظار وېستلو آداب: بُخاري په كتاب الجمعة، باب: المشي إلى الجمعة کې په (908)شمیره ، او مُسلِم په: كتاب المساجِد ومَواضِع الصَّلاة، باب: استِحباب إتيان الصَّلاة بِوَقار وسَكِينَة کې په : (602) شمېره راوړی دی. السَّكينَة: ارامتیا، په حرکاتو کې له آرامتیا څخه کار اخیستل او له بې ځایه کارونو ډډه کول او وقار: په هیئت کې دی: لکه د سترګو کنترول، غږ ټېټول او اخوا دېخوا لږ لیدل.
مسلمان ته په کار دي چې جومات ته له ننوتلو وروسته شرعي آداب رعایت کړي لکه: مسلم په كتاب صَلاة المسافِرين وقصرها، باب: ما يقول إذا دَخَلَ المسجِد کې په (1/494)، شمیره (713) راوړی دی.
۱ - جومات ته د ننوتلو پرمهال له کېناستو وړاندې دوه رکعته لمونځ وکړي، او دې ته تحیة المسجد وایي.
۲ - جومات کې قبلې لور ته مخ کړي او ګوتي سره یو په بل کې ورنکړي
۳ - باید په جومات کې ځان په عبادت مشغول کړي لکه: لمونځ، د قرآن کریم تلاوت او ذکر.
۴- باید بې ځایه کارونه ونه کړي او لمونځ کوونکي ازار نه کړي؛ ځکه مسلمان چې تر څو په جومات کې وي هغه په لمانځه کې دی، تر څو چې دی لمانځه ته انتظار باسي، له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بنده تر هغه وخته په لمانځه کې دی تر څو چې دی د لمانځه په ځای (جومات) کې وي او لمانځه ته انتظار باسي، او ملایکې وایي: ای الله بخښنه ورته وکړه، الله رحم پرې وکړه (تر هغه وخته ورته دعا کوي) تر څو چې دی لاړ شي او یا يې اودس مات شي» ([15]).
پوښتنې:
س۱: درې هغه اداب وښیه چې یو مسلمان یې باید لمانځه ته د وتلو پر مهال مراعت کړي؟ بُخارِي په كِتاب الصَّلاةِ، باب: الصَّلاة في مَسْجِد السُّوق کې په شمیره (477)، روایت کړی، او مُسلِم په كتاب المساجِد ومَواضِع الصَّلاة، باب: فَضْل صَلاةِ الجماعَة وانتِظار الصَّلاة، کې روایت کړی او دا الفاظ د همده دي (1/459)، شمیره: (649).
س۲: درې هغه آداب وښیه چې لمانځه ته د انتظار ویستلو پرمهال یې باید یو مسلمان مراعت کړي؟
س۳: له سنت څخه دلیل ووایه چې یو مسلمان باید لمانځه ته د تللو پر مهال تېز لاړ نه شي.
س۴: لاندې عبارتونه بشپړ کړه:
أ - مسلمان ته په کار دی چې جومات ته د ننوتلو پر مهال خپله ......................... او د راوتلو پر مهال خپله ......................... مخکې کړي.
ب - له هغو آدابو څخه چې اسلام بلنه ورکړې دا دی چې مسلمان باید له کور څخه د راوتلو پر مهال ووایي: .....................................................................................................................................
ج: په جومات کې باید انسان په عبادتونو ځان بوخت کړي لکه: ..............................................................................................
د- مسلمان ته ښایي چې جومات ته د ننوتلو پر مهال ووایي: ........................................................................ او د راوتلو پر مهال.............................................................................................
پنځم لوست ([16])
د لمانځه طریقه
لومړی رکعت ښوونکي ته: کله چې ښوونکی زده کوونکو ته د لمانځه طریقه بیانوي نو لاندې ټکو ته یې پام را اړوي: - مقتدي په جهر قراءت نه کوي، نه په جهري او نه په سري لمانځه کې، خو قراءت کول پرې واجب دي او دا ورته بسنه نه کوي چې یوازې شونډې وخوځوي او ژبه ونه خوځوي. - په سینه د لاسونو ایښودلو څرنګوالی، داسې چې ښی لاس د چپ لاس په مړوند او بند اېښودل کیږي. - د سبحانک اللهم دعا تشریح: سُبْحانَك اللَّهمَّ ) ای الله له هر هغه څه نه ستا پاکي بیانوم چې ستا سره نه ښایي، (وبحمدِك): یعنې ستا له ستایلو سره یو ځای ستا تسبیح بیانوم، (وتَبارَك اسمُك) یعنې ستا برکتونه زیات دي. (وتَعالى جَدُّك) ستا شان لوړ او لوی دی، (ولا إله غيرُك) ستا پرته بل معبود نشته چې د عبادت مستحق وي. - د اوږو او غوږونو برابر د لاسونو د پورته کولو څرنګوالی: داسې چې خپل لاسونه پورته کړي چې ګوتې یې سره نښتې او غځولې وي او د لاسونو ورغوي یې قبلې ته نیولي وي. المنکب: اوږه یا ولی، هغه ځای چې د ولي سر او مټ سره یو ځای کیږي. د (آمین) معنا: ای الله زموږ دعا قبوله کړه. - ښوونکی ورته د تورک معنا تشریح کوي چې: تورک هغې ناستې ته ویل کیږي په ناسته کې ښۍ پښه داسې ودروي چې د ګوتو څوکې یې قبلې لور ته وي او چپه پښه د ښۍ پښې د پنډۍ لاندې کړي او ښي طرف ته یې راوباسي، او په مقعد داسې کیني چې زور یې په چپ کوناټي کړی وي. - ښوونکی د لمانځه د طریقې لپاره یو عملي درس ځانګړی کوي.
۱ - چې لمونځ کوونکی قبلې ته مخ کړي او د کعبې په طرف ودریږي.
۲ - بیا د (الله اکبر) په ویلو سره تحریمه تکبیر کوي، او له تکبیر سره خپل دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي.
۳ - بیا خپل ښي لاس پر چپ لاس په سینه ږدي، او د سجدې ځای ته ګوري.
۴ - د استفتاح دا دعا وایي: ( سُبحانَك اللَّهمَّ وبحمدِك، وتَبارَك اسمك، وتَعالى جَدُّك، ولا إلَه غيرُك ). (اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته).
۵ - بیا په پټه : أعوذُ بِاللهِ مِن الشَّيطانِ الرَّجِيم، بِسمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ،وایي، بیا فاتحه لولي او په پای کې یې (آمین) وایي، بیا یو سورت او یا د سورت یوه برخه لولي.
په خفیه لمونځونو کې فاتحه او سورت دواړه په پټه لولي او په جهري لمونځونو کې یې په جهر لولي.
خفیه لمونځونه: (ماسپښین او مازدیګر).
جهري لمونځونه: (ماښام، ماخوستن او سهار).
۶ - (الله اکبر) وایې او د لاسونو په پورته کولو سره رکوع ته ځي، او دواړه لاسونه په زنګنونو داسې ږدي چې د لاسونو ګوتې یې سره جلا وي- داسې لکه چې له ځنګنونو یې راتاوې کړي وي، او ملا او سر سره برابر ساتي.
او په رکوع کې درې ځلې (سبحان ربی العظیم) وایي.
۷ - بیا که چیرته امام او یا ځانته لمونځ کوونکی و نو د ( سمع اللهُ لِمَن حَمِدَه) په ویلو سره سر راپورته کوي، بیا ټول وایي :( رَبَّنا ولك الحمد، حَمْداً كَثِيراً طَيِّباً مُباركاً فيه، مِلْءَ السَّمواتِ ومِلْءَ الأَرْضِ، ومِلْءَ ما بَيْنَهما، ومِلْءَ ما شِئْتَ مِن شَيْءٍ بَعْد) ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي، ډېرې پاکې او مبارکې ستاینې، د آسمانونو او ځمکې او د هغو تر منځ د مخلوقاتو د ډکوالي په اندازه، او په اندازه د ډکوالي د هغو شیانو چې تا ووروسته غوښتي دي»، او مقتدي چې دی نو هغه به د راپورته کېدو پرمهال :(رَبَّنا ولك الحمد) وایي: کله چې برابر ودریده بیا حَمْداً كَثِيراً ...وایې، په داسې حال کې چې لاسونه یې په سینه ایښودلې وي.
۸ - بیا د (اللهُ أكبَر) په ویلو سره سجدې ته ځي او په سجده کې درې ځلې (سُبْحانَ رَبي الأعلى) وایې. او په اوو اندامونو سجده کوي چې عبارت دي له:
(تندی سره له پوزې - دواړه ورغوي - دواړه زنګنونه - او د دواړو قدمونو د ګوتو څوکي).
۹ - بیا د (الله اکبر) په ویلو سره سر راپورته کوي، چپه پښه غوړوي او پرې کیني، او ښۍ پښه دروي او ګوتې یې قبلې لور ته کوي، او خپل دواړه لاسونه پر ورنونو او دواړو زنګنونو ږدي او (رَبّ اغْفِر لي وارْحَمْني وعافِني واهْدِني وارزُقني واجْبُرني) وايي. «ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ماته عافیت راکړه (له هرې بلا مې وساته)، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما غوښتنې ومنه، حال مې ښه کړه او نېمګړتیاوې مې رفع کړه».
۱۰ - بیا د (اللهُ أكبَر) په ویلو سره دویمه سجده کوي، او د لومړۍ سجدې په څېر کارونه پکې کوي.
دویم رکعت
۱۱ -بیا د (اللهُ أكبَر) په ویلو سره سر راپورته کوي او دویم رکعت ته پورته کیږي، په دویم رکعت کې ټول هغه کارونه کوي چې په لومړي رکعت کې یې کړي وو، پرته د سبحانک الله) له وییلو څخه.
لومړی تشهد
۱۲ - کله یې چې دویم رکعت وکړ لومړی تشهد ته کیني، چپه پښه غړوي او پرې کیني، ښۍ پښه داسې دروي چې د ګوتو څوکې یې قبلي لور ته وي، ښی لاس په ښي ورون ږدي او کچۍ او ورپسې ګوتې دواړه بندوي او د غټې ګوتې سره منځنۍ ګوته داسې نښلوي چې کړۍ ترې جوړه شي او د تشهد پر مهال په مسواکۍ ګوته اشاره کوي، او چپ لاس په چپ ورون او چپ زنګون ږدي او تشهد لولي چې په لاندې ډول دی:
۱۳ - (التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله)، (ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا باندې ای نبي او پر تا باندې دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو، زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی)
دریم او څلورم رکعت
۱۴ - که چیرته لمونځ له دوه رکعتي څخه زیات و، نو له لومړي تشهد نه وروسته د تکبیر په ویلو سره پورته کوي او دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو په برابرۍ پورته کوي، بیا په خفیه ډول فاتحه سورت لولي او هغه څه کوي چې په مخکنیو دوو رکعتونو کې یې کړي وو.
- وروستی تشهد
۱۵ - کله چې له وروستي رکعت څخه فارغ شو، وروستي تشهد ته کیني، سنت طریقه دا ده چې د تورک په بڼه کیني، بیا تشهد وایي، بیا په رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې درود وایي:
«اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيمَ وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد» «یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولی دی، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی دی، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
۱۶ - بیا وروستي تشهد ته د ناستې پر مهال وایي:
«ای الله زه تاته د جهنم له عذاب نه، د قبر له عذاب نه، او د ژوند او مرګ له فتنې نه، او د مسیح الدجال له فتنې څخه پناه در وړم».
دواړو لورو ته سلام ګرځول.
۱۷ - بیا ښي او چپ لور ته د السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَة اللهِ، السَّلام عَلَيْكُم ورَحمَةُ اللهِ. په ویلو سره سلام ګرځوي.
پوښتنې:
س۱: لاندې جملې بشپړې کړئ:
أ- لمونځ کوونکي په اوو اندامونو سجده کوي چې دا دي: تندی سره له پوزې، ..........................................، .....................................، .............................................
ب - د استفتاح دعا: .......................................................................................................................................................................... ولا اله غیرک.
س۲ : د (أ) په ستون د عبارت شمیره د (ب) د ستون له مناسبې جملې سره ولیکه:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
۱ - لمونځ کوونکی قبلې لور ته دریږي چې هغه:
ماسپښین او مازدیګر.
۲ - خفیه لمونځونه دي:
سُبْحانَ ربي الأعلى.
۳ - لمونځ کوونکی په رکوع کې وایي:
«زما ستر رب لره پاکي ده».
۴ - جهري لمونځونه دي:
ربِّ اغْفِرْ لي. «ای الله ! ما ته بښنه وکړې».
۵ - لمونځ کوونکی په سجده کې وایي:
کعبه.
۶ - لمونځ کوونکی د دواړو سجدو په مینځ کې وایي:
ماښام، ماخوستن او سهار.
ای زمونږ ربه ! تالره حمد او ثنا ده
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
۱ - لمونځ کوونکی خپل دسجدې ځای ته ګوري.
۲ - لمونځ کوونکی په دویم رکعت کې د استفتاح دعا وایي.
۳ - لمونځ کوونکی په لومړي تشهد کې خپله چپه پښه غړوي او ښۍ پښه دروي.
س۴: ووایه چې لمونځ کوونکی لاندې اذکار کله وایي:
۴- د (آمِين) ويل.
۲ - «زما ستر رب لره پاکي ده».
۳ - «زما رب لره پاکي ده چې لوي ذات دی».
4- ای زمونږ ربه ! تالره حمد او ثنا ده.
5-ای زما ربه! ماته بښنه وکړه.
6-اللَّهم صَلِّ على محمَّد وعلى آلِ محمَّد ...تر آخره پورې.
شپږم لوست ([17])
د لمانځه سنتونه
یو شمېر ویناوې او کړني دي چې په لمانځه کې یې کول روا دي، او که په قصد او یا سهوې سره پرېښودل شي نو لمونځ پرې نه باطلیږي، خو د لوی اجر له امله لمونځ کوونکي ته په کار دي چې پاملرنه ورته وکړي؛ او دا په دوه ډوله دي:
لومړی ډول: قولي سنتونه، لکه:
۱ - استفتاح، یعنې: ( سُبْحانَك اللَّهمَّ وبحمدِك، وتَبارَك اسمُك، وتَعالى جَدُّك، ولا إله غيرُك ).(اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تا لره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته).
۲ - تعوذ، یعنې: په لومړي رکعت کې له قراءت پېلولو وړاندې: (أَعوذُ بِاللهِ مِن الشَّيطانِ الرَّجِيم) ویل.
۳ - بسمله: یعنې چې د فاتحې سورت او هر بل سورت په پېل کې (بسم الله الرحمن الرحیم) ووایي:
۴- التأمین: یعنې د فاتحې سورت په پای کې ( آمین ) ویل.
۵ - په هر لمانځه کې په لومړي او دویم رکعت کې له فاتحې وروسته یو سورت او یا د سورت یوه برخه لوستل:
۶ - د وروستي تشهد په ناسته کې پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم له درود وییلو وروسته دعا کول.
دویم ډول: فعلي سنتونه لکه:
۱ - په ځینو ځایونو کې د دواړو اوږو او یا دواړو غوږونو په برابرۍ د لاسونو پورته کول لکه: (د تحریمه تکبیر پر مهال)، د ( رکوع پر مهال)، ( له رکوع څخه د پورته کېدو پر مهال) او (دریم رکعت ته له پورته کېدو وروسته).
۲ - د قیام پر مهال ښی لاس پر چپ لاس د سینې د پاسه اېښودل.
۳ - د سجدې ځای ته لېدل.
۴ - د دواړو سجدو په مینځ او لومړي تشهد کې په غوړیدلي حالت کېناستل: داسې چې چپه پښه وغړوي او پرې کینې، ښۍ پښه ودروي او ګوتې یې قبلې لور ته تاوې کړي.
۵ - په رکوع کې دواړه لاسونه په زنګنونو اېښودل، داسې چې ګوتې یې پراخه وي او د زنګنو له سترګو یې چاپېره کړي.
۶ - دا چې لمونځ کوونکی خپلې مخې ته ستره کیږدي لکه: امسا او داسې نور، او که چېرته یې څه ونه موندل نو خپلې مخې ته دې د میاشتې په څېر ګول خط کش کړي او لمونځ دې ورته وکړي.
۷ - چې له خپلې مخې څخه تېریدونکی منع کړي.
پوښتنې:
س۱ - په لمانځه کې درې قولي او درې فعلي سنتونه وښیه.
س۲: په لمانځه کې په څلورو ځایونو کې لاسونه پورته کول فعلي سنت دی؛ هغه کوم ځایونه دي؟
س۳: په لاندې سنتونو کې قولي او فعلي سنتونه سره جلا کړه:
أ- بسم الله.
ب- د قیام پر مهال لاسونه په سینه اېښودل.
ج- آمین ویل.
د - د لمونځ کوونکي په مخکې د تېرېدونکي منع کول. ښوونکي ته: - له یادو (سنتونو پرته) ځینې نور مسنونه اقوال، افعال او حالتونه شته چې باید ښوونکی ورته پاملرنه وکړي، تر څو یې زده کوونکو ته په عملي لمانځه ښودلو کې مراعت کړي. - ښوونکی د قولي او فعلي سنتونو پر اهمیت ټینګار کوي او دا چې مراعتول یې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره د مینې درلودلو دلیل دی.
س۴: د لاندې کړنو طریقه بیان کړه:
أ: د لاسونو پورته کول ..............................................................
ب- په رکوع کې د لاسونو کیښودل: ..................................................
ج- په غوړیدلي حالت کېناستل: ........................................................
اووم لوست ([18])
په لمانځه کې مکروهه کړنې:
مسلمان د الله تعالی دا وینا لولي: ﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ) 1 (یقینًا مومنان كامیاب شول) (الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ) (هغوی چې په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي). [المؤمنون سورت: 1-2 آیت].
نو د خپل لمانځه ساتنه کوي، او له ارکانو، واجباتو او شرطونو سره یې ادا کوي، او هېڅ داسې کار نه کوي چې د لمانځه سره په ټکر کې وي لکه: خبرې، حرکت او خندا؛ ځکه چې د الله تعالی د ثواب تمه لري او له سزا څخه یې ویریږي، او ځینې نورې کړنې شته چې د لمونځ کوونکي لپاره یې کول مکروه دي، او کول یې د لمانځه د بشپړې طریقې سره خلاف دي، او اجر یې کموي لکه:
۱ - له اړتیا پرته بل لور ته مخ او سینه اړول، نو که چیرته په ټول بدن سره تاو شو لمونځ یې باطل دی.
۲ - آسمان ته کتل.
۳ - له اړتیا پرته سترګې پټول.
۴ - خوله او پوزه پټول.
۵ - په سجده کې څنګلې لګول.
۶- له اړتیا پرته لاسونه او پښې خوځول او یا په کالیو، پګړۍ او ساعت بوختېدل، که چېرته یې دا حرکات زیات شول نو لمونځ یې باطلیږي.
۷ - ګوتې په یو بل کې ورکول او ټکونه ترې وېستل.
۸ - په داسې حال کې په لمانځه درېدل چې داسې یو څه وي چې د خشوع مخنیوی کوي لکه: تشې او یا ډکې متیازې او یا باد ټېنګول، او یا: سخته لوږه او یا تنده، او یا دا چې اشتها لرونکي خواړه ایښي وي.
پوښتنې:
س۱ - په لمانځه کې څلور مکروه کارونه وښیه.
س۲: په لمانځه کې د لاندې کړنو حکم بیان کړه:
۱ - خوله او پوزه پټول.
۲ - ټول بدن بل لور ته اړول.
۳ - د سجدې ځای ته لیدل.
۴ - د لاسونو له ګوتو څخه ټکونه ویستل.
س۳: د لاندې کارونو لپاره مثال ووایه:
۱ - په لمانځه کې بې ځایه کړنې: ..................................................
۲ - هغه کارونه چې په لمانځه کې د خشوع مخنیوی کوي..............................................................................................
اتم لوست ([19])
د سهوې سجده
د سهوې سجده: دوه سجدې دي چې لمونځ کوونکی یې د لمانځه په پای کې کوي، کله چې ترې په لمانځه کې سهوه وشي.
له سهوې څخه مراد: هېریدل دي. ښوونکي ته: - د ښوونکي لپاره ښه ده ځینې هغه متنونه ذکر کړي چې د مکروهه افعالو څخه پکې منع راغلې ده. - ښوونکی زده کونکو ته ټول هغه اړین کارونه ښیي چې په عملي توګه یې زده کړې ته ضرورت لري.
د سهوې سجده د دریو اسبابو له امله کیږي چې عبارت دي له:
اول: په لمانځه کې زیادت:
لکه چې د ماسپښین لمونځ پنځه رکعته وکړي، او یا درې سجدې وکړي.
که چیرته لمونځ کوونکی دا کار په قصدي توګه وکړي نو لمونځ یې باطل دی، او که د هېریدو له امله و نو له سلام ګرځولو وړاندې دوه سجدې کوي، دلیل یې د ابن مسعود رضي الله عنه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې یو څوک په لمانځه کې زیادت او یا کموالی راولي نو دوه سجدې دې وکړي».
دویم: د لمانځه څخه کمول:
لکه چې: د لومړي تشهد لپاره ناسته پریږدي، یا په رکوع او یا سجده کې تسبیح پریږدي، نو که چیرته لمونځ کوونکي قصدا پریښودل لمونځ یې باطل دی، او که یې هېر شول له سلام څخه مخکې به د سهوې لپاره سجده کوي.
دریم: شک
لکه چې د مازدیګر لمونځ کوي، نو په هغه رکعت کې یې شک پيدا شي چې دی پکې دی، چې دریم رکعت دی که څلورم، نو باید دریم یې حساب کړي او له سلام څخه مخکې به د سهوې لپاره سجده کوي.
پوښتنې:
س۱: په لمانځه کې د سهوې له سجدې څخه مراد څه شی دی؟
س۲: په لمانځه کې د سهوې سجده د دریو اسبابو له امله روا شوې ده، هغه کوم دي؟
س۳: په دواړو کالمونو کې مناسب عبارتونه سره ونښلوه:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
أ = یو سړي د ماښام لمونځ قصدا څلور رکعته وکړ.
د سهوې لپاره به سجده کوي
ب - د یو سړي د لومړي تشهد لپاره کېناستل هېر شول
لمونځ یې باطلیږي
هیڅ شی پرې نشته
س۴: که چیرته یو لمونځ کوونکی د ماښام په لمانځه کې شکي شي چې دوه رکعته یې کړي که درې، نو حکم یې څه دی؟
نهم لوست
د جماعت لمونځ ښوونکي ته: - دا تشریح کوي چې انسان له هېریدو څخه خالي نه دی؛ ځکه دا د بشر طبیعت دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه کې سهوه شوی او فرمایلي یې دي: «یقینا چې زه ستاسو په څېر انسان یم، یو څه داسې هېروم لکه تاسو یې چې هېروئ، نو کله چې ستاسو څخه د چا څه هېر شول، نو د کیناستلو په حالت کې دوه سجدې وکړي». - د سهوې د سجدې حکمت بیانوي چې عبارت دی له: ۱ - په لمانځه کې د نېمګړتیا جبرانول. ۲ - شیطان رټل. ۳ - رحمن ذات راضي کول.
د جماعت د لمانځه حکم:
د جماعت لمونځ په نارینه وو واجب دی، که په کور کې وي یا په سفر کې، دلیلونه یې په لاندې ډول دي:
۱ - د الله تعالی دا قول: (او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ). دا ایت د جماعت د لمانځه وجوب بیانوي، ځکه چې په رکوع کولو یې د رکوع کوونکو سره امر وکړ، نه ځانته، او دا کار یوازې په جماعت کې شونی دی.
۲ - له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی نو ورته یې وویل: يا رسولَ الله، إنَّه ليس لي قائِدٌ يَقُودُني إلى المسجِد، فسَأَلَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم أن يُرَخِّصَ له فَيُصَلِّي في بَيْتِه فَرَخَّصَ له، فلَمّا ولَّى دَعاه، فقال: (هل تَسْمَع النِّداءَ بِالصَّلاةِ)، فقال: نَعَم، قال: (فَأِجِب) ([21]). «اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: (آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟) ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)».
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، که څه هم په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډي ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه په اور وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي»([22])..
د جماعت د لمانځه فضیلت:
د جماعت لمونځ لوی فضیلت لري لکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول پرې دلیل دي: «صَلاةُ الجماعَة أَفْضَل مِن صَلاةِ الفَذِّ بِسَبْعٍ وعِشرِينَ دَرَجَةً» ([23]). «د جماعت لمونځ له يوازي لمانځه څخه اووه ویشت درجې غوره دى». مُسلم په: كتاب المساجِد ومَواضِع الصَّلاة کې په: (572) شمیره روایت کړی دی.
تر ټولو کوچنی جماعت: دوه تنه دي.
هغه څه چې جماعت پرې لاندې کیږي: د امام سره د یو رکعت په لاندې کولو سره جماعت نیول کیږي.
رکعت په څه سره لاندې کیږي؟
رکعت د رکوع په لاندې کولو سره نیول کیږي، څوک چې لمانځه ته په داسې حال کې راشي چې امام رکوع کوي، نو د تحریمه تکبیر لپاره په ولاړه تکبیر کوي، بیا د رکوع لپاره تکبیر کوي او رکوع ته ځي.
او که له رکوع څخه له پاڅېدو وروسته راشي، نو په لمانځه کې ورسره داخلیږي او د امام پاڅېدو ته انتظار نه کوي، خو دا رکعت به په لمانځه کې نه حسابوي.
د لمانځه له ودریدو وروسته نفل لمونځ:
کله چې لمونځ ودریږي نو په نفلو ودریدل روا نه دي، او که چیرته لمونځ په داسې حال کې ودریده چې یو چا نفل کول، نو که چیرته یې د دویم رکعت رکوع کړې وه لنډ لمونځ دې وکړي، کنه لمونځ دې پرې کړي (او جماعت سره دې یو ځای شي).
پوښتنې:
س۱: د جماعت د لمانځه حکم څه دی؟
س۲: له سم ځواب څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ: تر ټولو لږ جماعت (درې- دوه- څلور) تنه دي.
ب- د جماعت لمونځ د یوازې لمانځه په پرتله : (21 درجې - 29 درجې - 27 درجې) فضیلت لري.
ج- جماعت په (تحریمه تکبیر - له امام سره په یو رکعت لاندې کولو - له امام سره په سلام لاندې) کولو نیول کیږي.
س۳: څوک چې له رکوع څخه د امام له پاڅیدو وروسته لمانځه ته راشي څه باید وکړي؟
س۴: د لاندې مسألو حکم بیان کړئ:
أ- د فرض لمانځه له ودریدو وروسته په نفلو پېل کول.
ب- کله چې فرض لمونځ ودریږي او ته نفل لمونځ کوې.
لسم لوست ([24])
د امام حکمونه
د امامت لپاره لومړیتوب:
لومړی: په ترتیب سره د امامت وړ (مستحق):
۱- هغه څوک چې د الله د کتاب تر ټولو ښه لوستونکی وي، یعنې هغه څوک چې تر ټولو ښه تلاوت کوي. مسلم في خپل صحیح: باب يجب إتيان المسجِد على مَن سمع النِّداء کې په (1/452) ، (653) شمیره روایت کړی دی.
۲ - دویم هغه څوک دی چې په سنتو زیات پوه وي، یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو او د دین په احکامو زیاته پوهه ولري. بخاري په: كتاب التَّمَنّي، باب: إخراج الخصوم وأهل الرّيب مِن البُيوتِ بعد المعْرِفَة کې په (7224) شمېره، او مسلم په: كتاب المساجد ومَواضِع الصَّلاة، باب: فَضْل صَلاةِ الجماعَة، وبَيان التَّشدِيد في التَّخَلُّف عنها کې په (651) شمیره روایت کړی دی.
۳ - بیا چې د چا عمر زیات وي.
دویم: د کور خاوند په خپل کور کې، همدا رنګه په یو جومات کې چې کوم امام مقرر وي او د امامت لپاره وړ وي نو د بل چا په پرتله د امامت حقدار دی، که څه هم یو څوک ترې غوره وي. بخاري په خپل کې په: (645)، او مسلم په خپل صحیح کې په: (1/450)، (650) شمیره روایت کړی دی.
دريم: د واک او اختيار خاوند د نورو په پرتله د امامت زيات حقدار دى، دلیل یې د ابو مسعود انصاري رضي الله عنه حدیث دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د خلکو امامت به د قرآن غوره لوستونکی کوي، که چېرته په قراءت کې سره برابر وو نو پر سنتو پوه به یې کوي، که چېرته پر سنتو پوهه کې سره برابر وو نو بیا به یې په هجرت کې مخکښ کوي، که چېرته په هجرت کې سره هم برابر وو نو بیا به یې په اسلام راوړلو کې مخکښ کوي، او هېڅوک به د چا په کور کې د هغه امامت نه کوي، او نه به یې د ناستې په ځانګړې ځای کې کینې مګر د هغه په اجازه»، او په یو بل روایت کې: د «سِلْماً» پر ځای «سِنّاً» راغلی دی([25])، «یعنې چې په سن کې ترې لوړ وي».
د امام له احکامو څخه:
- که چیرته یو امام د بې اودسۍ په حالت کې لمونځ ورکړي او هغه مهال پوه شي چې لمونځ یې پای ته رسولی وي، نو د مقتدیانو لمونځ صحیح دی، او پر امام د لمانځه راګرځول واجب دي.
- د نالوستي امامت نه صحیح کیږي - په داسې حال کې چې فاتحه سمه نه شي لوستلی - مګر د هغه په څېر- لپاره.
- د هغه امام پسې د فرض لمانځه نیت تړل روا دي چې هغه نفل لمونځ کوي لکه څوک چې د ماښام لمونځ د امام پسې په داسې حال کې وکړي چې هغه تراویح کوي، دلیل یې د معاذ رضي الله عنه حدیث دی چې کله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ماخوستن لمونځ کاوه، بیا به خپلو خلکو ته ورتللو او هغوی ته به لمونځ ورکاوه.( [26] ).
- د دویم رکعت په پرتله د لومړي رکعت اوږدول سنت دي.
پوښتنې:
س۱: په ترتیب سره لومړی د امامت حقدار څوک دی؟
س۲: خالي ځایونه ډک کړئ:
أ- ښه قرآن لوستونکی هغه څوک دی چې: ....................................................................................................
ب- په سنت زیات پوه هغه څوک دی چې: .............................................................................................
س۳: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ:
أ- د کور خاوند په خپل کور کې تر بل هر چا زيات د امامت مستحق دی.
ب- أمی هغه چاته ویل کیږي چې سمه فاتحه نه شي لوستلی.
ج- د لومړي رکعت په پرتله د دویم رکعت اوږدول مکروه دي.
د- د هغه امام پسې چې تراویح لمونځ کوي د ماسخوتن لمونځ کول روا دي.
س۴- د لاندې مسئلو لپاره حکم بیان کړئ:
۱ - د امی امامت د هغه په څېر خلکو ته روا دی: ............................................................................................ - امي په لغت کې هغه چاته ویل کیږي چې لیکل نه شي کولی. او د فقهاوو په اصطلاح کې: هغه څوک دی چې فاتحه یې سمه نه وي، یعنې حفظ یې نه وي، یا د یو توري پر ځای بل وایي، لکه څوک چې د راء پر ځای لام وایي، او یا داسې غلطي کوي چې معنی ته بدلون ورکوي لکه چې: (أنعمتَ) د ت په پېښ سره وایي. - ښوونکی د دې لوست له مخې زده کوونکي هڅوي چې د خېر په کارونو کې یو له بل سره سیالي وکړي لکه: ګټوره زده کړه او نېک عمل.
۲ - کله چې امام د بې اودسۍ په حالت کې لمونځ وکړي او هغه وخت پوه شي چې لمونځ یې پای ته رسولی وي نو ..................................................................................................................................................................................................... .
س۵: دا کسان د امامت لپاره په لومړیتوب کې ترتیب کړه:
یو سړی شل کلن دی او د الله تعالی د کتاب حافظ دی، او بل دی چې عمر یې څلویښت کاله دی او پنځه سیپارې یې حفظ کړي دي، او بل دی چې عمر یې دېرش کاله دی او لس سیپارې یې حفظ دي.
یوولسم لوست ([27])
د امام او مقتدي د ودرېدو ځای
- کله چې مقتدي یو وي نو سنت طریقه دا ده چې د امام ښي لور ته ودریږي.
- کله چې مقتدیان دوه او یا زیات وي، نو سنت طریقه دا ده چې مقتدیان د امام شاته ودریږي او امام د صف د مینځ برابر ودریږي؛ دلیل یې د جابر او جبار بن صخر رضي الله عنهما کیسه ده چې یو تن یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښي او بل چپ لور ته ودریده، جابر وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ دواړه له لاسونو ونیولو او شاته یې ټېله کړو ([28]).
- د هغه چا لمونځ صحیح نه دی چې يوازې د امام او يا صف تر شا لمونځ ادا کړي، مګر په داسې حالت کې چې صف کې د ودریدلو څخه عاجز پاتې شي. مسلم په (1/465) ، (673) شمیره روایت کړی، او د سِلْماً معنا: إسلاماً، او د (تَكْرِمَتِه) معنی: د ناستې ځای چې د ده د درناوي لپاره چمتو کیږي.
- که چیرته مقتدي د جومات دننه و، نو د امام پسې یې اقتدا صحیح ده، که څه هم ترې لرې و، یا دا چې نه یې ویني، خو پدې شرط چې تکبیر اوري.
- کله چې مقتدي له جومات نه د باندې وي، نو د امام پسې یې په دریو شرطونه اقتدا کیږي:
۱ - چې امام یا مقتدیان ويني.
۲ - چې تکبیر اوري. بخاري په: كتاب الأذان، باب: إذا صَلَّى ثمَّ أَمَّ قَوْما کې (711) شمیره روایت کړی دی.
۳ - چې صفونه سره پرلپسې نښتې وي.
- له مقتدیانو څخه د امام پورته درېدل مکروه دي.
- د مقتدیانو لپاره له امام څخه په لوړ ځای لمونځ کول باک نه لري لکه: د جومات چت.
- که چیرته ښځو د سړیو سره په جماعت لمونځ کاوه نو د سړیو پسې به په صفونو کې دریږي او له هغوی به شاته کیږي.
پوښتنې:
س۱ - کله چې مقتدیان دوه او یا له دوه وو څخه زیات وي، نو سنت طریقه دا ده چې د امام پسې ودریږي. پدې یو دلیل وړاندې کړه.
س۲ : د (أ) په ستون کې د عبارت شمیره د (ب) د ستون له مناسبې جملې سره ولګوه:
۱ - کله چې مقتدي یو تن وي د امام شاته دریږي.
۲ - کله چې مقتدیان څلور تنه وي، د امام چپ لاس ته ودریږي.
د امام ښي لاس ته دریږي.
س۳: کله چې مقتدي له جومات نه د باندې وي، نو کولی شي د امام پسې په دریو شرطونو اقتدا وکړي، هغه کوم دي؟
س۴: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
أ - د سړیو پسې د ښځو لمونځ نه صحیح کیږي.
ب- له امام څخه پورته په لوړ ځای د مقتدیانو لمونځ صحیح دی.
ج- په جومات کې دننه د امام پسې د مقتدي لمونځ پدې شرط صحیح کیږي چې امام وګوري.
دولسم لوست
د مقتدي لپاره د امام پيروي کول ښوونکي ته: - د مقتدي لمونځ نه صحیح کیږي چې د عذر پرته له امام څخه مخکې شي، خو که نه یې شو کولی چې په جماعت سره لمونځ وکړي مګر دا چې له امام څخه مخکې شي، د بیلګې په توګه زیات بیروبار وي، نو بیا یې لمونځ صحیح کیږي، د صفونو نښلول: په داسې بڼه چې تر منځ یې د عادت خلاف ډېره مسافه نه وي. د صفونو په تړلو کې روزنیزي معناګانې بیانول او زده کوونکي یې برابرولو ته هڅول.
مقتدي د خپل امام سره څلور حالتونه لري چې په لاندې ډول دي:
لومړی حالت:
چې هغه واجب حالت دی، یعنې چې د امام پسې سمدستي همغه فعل تر سره کړي، کله چې تکبیر ووایي، دی هم ورپسې تکبیر وایي، او کله چې رکوع وکړي دی هم ورپسې رکوع کوي او همداسې .. دلیل یې د ابو هریرة رضي الله عنه حدیث دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «امام د دې لپاره دی چې اقتدا ورپسې وشي، کله چې تکبیر ووایي تاسو هم تکبیر ووایئ، کله چې رکوع وکړي تاسو هم رکوع وکړئ، او کله یې چې سمع الله لمن حمده وویل، تاسو: ربنا ولک الحمد ووایئ، او کله یې چې سجده وکړه تاسو هم سجده وکړئ، او کله یې چې په ناسته لمونځ وکړ نو تاسو ټول ورپسې په ناسته لمونځ وکړئ». مسلم په كتاب الزّهد والرّقاق، باب: حَدِيث جابِر الطَّوِيل، وقِصَّة أبي اليَسر (4/2305)، کې په (3010) شمیره روایت کړی دی.
دویم حالت: موافقت:
د امام سره موافقت (برابر لمونځ کول) مکروه دي لکه چې: له امام سره هم مهاله او سمدلاسه رکوع وکړي، او که چیرته دا موافقت په تحریمه تکبیر کې و نو لمونځ صحیح ندی.
دویم حالت: له امام څخه مخکې کېدل:
له امام څخه مخکې کېدل حرام دي، د بېلګې په توګه چې له امام څخه مخکې رکوع او یا سجده وکړي او یا ترې مخکې سلام واړوي، دلیل یې د رسول الله صلی اله علیه وسلم دا قول دی: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».([30]).
څلورم حالت: له امام څخه وروسته پاتې کېدل:
دا ډولونه لري لکه:
۱ - که چیرته امام رکوع وکړي او مقتدي ولاړ پاتې شي او ورپسې سمدستي رکوع ونه کړي او بیا د امام له سر راپورته کولو مخکې رکوع وکړي نو لمونځ یې صحیح دی، خو د سنت خلاف عمل یې وکړ چې د امام پسې یې سمدستي رکوع ونه کړه.
2- کله چې امام رکوع وکړي، بیا د مقتدي له رکوع کولو مخکې راپورته شي، نو که چیرته مقتدي د کوم عذر له امله وروسته شوی و لکه خوب وړل او یا د امام بیړه، نو هغه عمل به کوي چې ترې تېر شوی دی او د امام سره به یو ځای کیږي، او که چیرته یې وروسته پاتې کېدل له عذر پرته و لمونځ یې باطل شو.
پوښتنې:
س۱: پر لمونځ کوونکي واجب دي چې د لمانځه په افعالو کې د خپل امام متابعت وکړي، دلیل څه دی؟
س۲: لاندې جملې بشپړې کړئ:
أ- د لمانځه په افعالو کې د امام موافقت .......................... او که چیرته په تحریمه تکبیر کې و نو ....................................................
ب- د لمانځه په افعالو کې له امام څخه مخکې کېدل ....................... دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی .........................................................................
س۳: د لمانځه په افعالو کې له امام څخه د مقتدي د وروسته پاتې کېدلو دوه ډولونه وښیه.
س۴: له قوسونو څخه سم ځواب غوره کړئ او لاندې ترې کرښه کش کړئ:
أ- د لمانځه په افعالو کې د امام متابعت:
( مکروه - واجب - حرام) دی.
ب- که مقتدي د عذر له امله په رکوع کې ناوخته کړي او تر هغه وخته پورې رکوع ونه کړي چې امام را پورته شي، نو:
(د امام متابعت به کوي او څه چې ترې تېر شوي هغه به نه کوي - لمونځ یې باطلیږي - څه چې ترې تېر شوي هغه به کوي او د امام سره به یو ځای کیږي)
دیارلسم لوست ([31])
د مسبوق احکام
له مسبوق څخه مراد: هغه څوک دی چې له امام سره ترې یو یا ډیر رکعتونه تللي وي.
- څوک چې لمانځه ته راغی او امام په رکوع کې و، نو په ولاړه به د تحریمه تکبیر لپاره الله اکبر ووایي، بیا به د رکوع لپاره تکبیر وکړي او رکوع ته به لاړ شي، نو په دې سره یې رکعت او جماعت دواړه لاندې کړل.
- خو که شکمن و چې آیا د امام سره یې رکوع لاندې کړې که نه؟ نو دې رکعت ته اعتبار نشته، او د سهوې لپاره دې سجده وکړي.
- څوک چې جومات ته په داسې حال کې راشي چې امام په سجده کې وي او یا ناست وي، نو سنت طریقه دا ده چې د امام سره په لمانځه کې داخل شي، د تحریمه تکبیر لپاره په ولاړه الله اکبر ووایي، که امام په سجده کې و سجدې ته ځي او که ناست و له تکبیر ویلو پرته دی هم کیني، او امام ته انتظار نه کوي؛ څو ودریږي. بخاري په: كتاب الأذان، باب: إيجاب التَّكبِير وافْتِتاح الصَّلاة، کې په:(734)، او مسلم په: (1/308)، (411) شمېره روایت کړی دی.
- له چا څخه چې یو څه لمونځ تللی وي نو د امام له دویم لور ته سلام ګرځولو وروسته د تکبیر په ویلو سره پورته او پاتې لمونځ راګرځوي.
- له چا چې جماعت لاړ، ورته مستحب دي چې په بل جماعت کې لمونځ وکړي.
- که بل جماعت یې ونه موند، نو څوک چې په جومات کې وي هغوی ته مستحب دي چې لمونځ ورسره وکړي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «پر ده به څوک صدقه وکړي چې لمونځ ورسره وکړي».([32]).
پوښتنې: بخاري في كتاب الأذان، باب: إثم مَن رَفَع رأسَه قبل الإمام، کې په: (691)، او مسلم (1/320)، په (427) شمیره روایت کړی دی.
س۱ - له مسبوق څخه څه مراد دی؟
س۳: لاندې عبارتونه بشپړ کړئ:
له چا څخه چې جماعت تېر شو ............................. نو ورته روا دي چې د بل جماعت سره لمونځ وکړي، که یې ونه موند نو د ځینو هغو خلکو لپاره چې په جومات کې دي ................................... چې لمونځ ورسره وکړي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «........................... .... ......................................................................................................................................................................... ».
س۳: لاندې هر یو تن باید څه وکړي:
أ- څوک چې جومات ته په داسې حال کې راشي چې امام په رکوع کې وي: ............................................................................................
ب- څوک چې لمانځه ته په داسې حال کې راشي چې امام په سجده کې وي او یا ناست وي ............................................................................. .
ج- له چا چې ټول یا یو رکعت تېر شوی وي نو د امام له دویم سلام اړولو وروسته به: ................................................................................
س۴: جومات ته له وخته راتللو څخه څه ګټه پورته کوئ؟
څوارلسم لوست ([33])
د جمعې او جماعت پرېښودو لپاره روا عذرونه
په جومات کې له جماعت سره لمونځ ادا کول واجب دي، خو که یو څوک مباح عذر ولري، پرېښودل یې ورته روا دي، دلیل یې د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې اذان واورید او له عذر پرته لمانځه ته رانغی نو لمونځ یې نه کیږي».
لدې عذرونو څخه ځینې دا دي:
۱ - ناروغتیا.
۲ - پر ځان، مال، اولاد او داسې نورو ویره.
۳- د باران، خټو او سړې هوا له امله زیانمنېدل.
۴ - د زړه راښکونکو خوړو حاضریدل چې د انسان اشتها ورته راځي، خو پدې شرط چې دا کار یې عادت نه شي او یا یې د جماعت د پرېښودلو لپاره حیله ونه ګرځوي. له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اووه کسان دي چې الله تعالی به په خپل سیوري کې ځای ورکړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي، له دوی څخه یې د هغه ځوان یادونه وکړه چې د الله تعالی په عبادت کې رالوی شوی وي، او هغه سړی چې زړه یې په جوماتونو کې ځوړند وي» (یعنې زړه یې له جومات سره تړلی وي) . دا حدیث بخاري (3/292) په شمیره (1423)، او: مسلم (2/715)، په شمیره (1031) روایت کړی دی. - نو مسلمان ته ښایي چې وختي لمانځه ته راشي، تر څو له خپل وخت څخه د قرآن کریم په تلاوت او د الله تعالی په ذکر کې په خشوع او د زړه په حضور سره ګټه پورته کړي، او همدا رنګه ترې (له جماعت سره) د لمانځه کومه برخه لاړه نه شي چې امام سره د تحریمه تکبیر په نه لاندې کولو به ثواب له لاسه ورکړي.
۵ - د تشو او ډکو متیازو او یا بادو ټینګول؛ ځکه چې دا په لمانځه کې د خشوع مخنیوی کوي.
۶ - څوک چې د یو څه ساتونکی وي او ویره لرې چې که چیرته ترې لاړ شي نو ورک به شي.
۷ - د ناروغ پیواز، چې بل څوک ورسره نه وي چې ناروغ سره د ده پر ځای پاتې شي.
* چا چې هوږه او یا پیاز خوړلي وي نو جومات ته تلل ورته مکروه دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر بنا چې فرمایي: «چا چې هوږه او یا پياز وخوړ نو زموږ له جومات څخه دې لرې شي، او په خپل کور کې دې کیني». ([35]) تر څو خلک او پریښتې ونه ځوروي.
خو قصدا به دا کار د جماعت د پریښودلو لپاره نه کوي، ځکه دا حرام دی، او که څوک کولی شي چې بوی له ځان څخه لرې کړي نو دا کار پرې لازم دی.
پوښتنې:
س۱ - په جماعت سره په جومات کې لمونځ کول څه حکم لري؟ دلیل یې ووایه؟
س۲: درې عذرونه وښیه چې جمعه او جماعت دواړه پرېښودل مباح ګرځوي؟ امام أحمد په خپل مسند کې (3/45)، په (11426) شمیره او: ابن حبان في په خپل صحیح کې (6/157)، په: (2397) روایت کړی دی.
س۳: د لاندې حالاتو اسباب وښیه:
۱ - هغه چاته د جمعې او جماعت د پرېښودلو جواز چې تشو او یا ډکو متیازو نیولی وي: ..........................................................
۲ - جومات ته د هغه چا ورتلل مکروه دي چې هوږه او یا پیاز یې خوړلي وي: ..........................................................................................
پنځلسم لوست ([36])
د عذر لرونکو لمونځ
لومړی: ناروغ:
الله تعالی هغه ناروغ ته -چې د لمانځه د ځينو افعالو د ادا کولو توان نه لري - روا کړي چې په هغه حالت لمونځ وکړي چې کولی یې شي، او طریقه یې په لاندې ډول ده:
۱- که چیرته ناروغ په ولاړه لمونځ کولای شي نو فرض لمونځ پرې په ولاړه کول واجب دي.
۲ - خو که په ولاړه یې لمونځ نه شو کولای، په ناسته یې کوي او د رکوع لپاره ملا ټېټوي، او که په ځمکه یې سجده کولی شوه نو ودې وکړي او که یې نه شوه کولی، نو د رکوع په پرتله به د سجدې لپاره ملا لږه ډیره ټېټوي.
۳- که په ناسته یې لمونځ نه شو کولای، په څنګ دې قبلې ته مخامخ لمونځ وکړي. د هوږې او پیاز خوړلو له امله جومات ته له حاضریدو څخه ممانعت، له دې امله نه چې معذور دی، بلکې له دې امله چې له نورو یې ضرر دفع شي، نو څوک چې د جمعې او یا جماعت د پرېښودلو عذر لري، هغه ته د جماعت اجر رسیږي، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې ناروغ او یا مسافر شو نو هغه اجر ورته لیکل کیږي چې دی پکې روغ او مقیم و». خو د هوږې او پياز خوړونکی ته د جماعت اجر نه ورکول کیږي، کله چې دی جومات ته حاضر نه شي.
۴ - که یې نه شو کولی چې په څنګ لمونځ وکړي ستوني ستاخ دې وکړي، او پښې دې کعبې لور ته وغځوي. دلیل یې د عمران بن حصین رضي الله عنه حدیث دی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه فرمایلي: «په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولی نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولی نو په څنګ یې وکړه».([37]).
* کله چې ناروغ په څنګ او یا ستوني ستاخ لمونځ کوي نو هغه به په سر او یا سترګو سره اشاره کوي. بيهقي (3/185)، په: (5432)، او: ابن ماجه (1/260)، په (793) شمیره روایت کړی دی.
* کله چې ناروغ ته د هر لمونځ په خپل وخت کولو کې سختي وي او د لمانځه قصر کول ورته هم روا نه وي نو په یو وخت کې د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یو ځای کول ورته روا دي، همدا رنګه د ماښام او ماخوستن لمونځونه.
دویم: مسافر:
سفر هغه عذر دی چې مسافر ته د لمانځه د قصر کولو (لنډولو) اجازه ورکوي او د قصر حکم سنت دی، نو څوک چې په سفر کې پوره لمونځ کوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه سرغړونه کوي، ځکه هغه علیه الصلاة و السلام به په سفر کې قصر کاوه او هغه د هر مسلمان لپاره بېلګه ده، له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له مدینې څخه مکې ته لاړو، نو هغه به دوه دوه رکعته لمونځ کاوه تر دې چې مدینې ته راوګرځیدو.( [38] ).
د مسافر د لمانځه اړوند احکام:
۱- څلور رکعتي لمونځ دوو رکعتونو ته لنډول.
څلور رکعتي لمونځونه عبارت دي له: ( ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن) له لمونځونو څخه، او ماښام او سهار دواړو کې قصر نه کیږي.
که چېرته مسافر ځانته لمونځ کاوه، او یا یې له نورو مسافرو سره جماعت کاوه، نو څلور رکعتي لمونځ به د څلورو پر ځای دوه رکعته کوي.
خو که مسافر د مقیم (غیر مسافر) شخص پسې لمونځ وکړي نو پوره لمونځ به کوي او قصر به نه کوي.
۲ - د لمونځونو یو ځای کول: مسافر ته روا دي چې د (ماسپښین او مازدیګر) لمونځونه سره یو ځای کړي او دواړه په یو وخت کې وکړي چې دې ته جمع تقدیم وایي، او یا یې د مازدیګر پر مهال وکړي چې دېته جمع تاخیر وایي، همدا رنګه ورته روا دي چې د ماښام او ماخوستن لمونځونه سره یو ځای کړي، دواړه د ماښام پر مهال چې جمع تقدیم ورته وایي او یا یې د ماخوستن پر مهال وکړي چې جمع تاخیر ورته وایي. بخاري په كتاب الأذان، باب: ما جاء في الثّوم النَّيِّئ والبَصَل والكُرّاث، کې په: (855) شمیره روایت کړی دی.
پوښتنې:
س۱: عذر لرونکي څوک دي؟
س۲: ناروغ به څنګه لمونځ کوي؟ دلیل یې ذکر کړه.
س۳ - په سفر کې د لمانځه قصر څه حکم لري؟ دلیل یې ذکر کړه.
س۴ - تشریح کړه چې په ناسته لمونځ کوونکی به څنګه رکوع او سجده کوي؟
س۵ - د لاندې (مسئلو ) حکم بیان کړه:
۱ - د ناروغ لپاره د ماښام او ماخوستن لمونځونه یو ځای کول.
۲ - کله چې مسافر د مقیم شاته لمونځ کوي. ښوونکي ته: -د عدم استطاعت څخه مراد دا دی چې: په ولاړه، ناسته او یا په څنګ لمونځ نه شي کولی، او یا یې له امله له سختۍ سره مخ کیږي، یا دا چې لدې امله یې ناروغي نوره هم زیاتیږي، یا یې رغېدل ځنډیږي. - د لمانځه اهمیت او لوی شان ته پاملرنه چې؛ شریعت یې ناروغ او مسافر ته په هر حالت کې د ادا کولو امر کړی. - د اسلام د اسانتیا او مهربانۍ په بیانولو سره (د موضوع لپاره) پیلیزه وړاندې کول او د موضوع سره تړاو ورکول.
شپاړسم لوست
نفلي لمونځ
نفلي لمونځ هغه لمونځ ته ویل کیږي چې یو مسلمان یې په خپله خوښه کوي او واجب پرې نه وي.
او یقینا چې اسلام مسلمانانو ته د ډېر لمانځه کولو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا له بنده سره د الله تعالی د مینې سبب او په دنیا او آخرت کې د هغه د بریالیتوب لامل ګرځي، نفلي لمونځونه ډیر ډولونه لري لکه:
لومړی: راتبه سنتونه:
- رواتب هغه سنتونه دي چې د فرض لمونځونو سره کیږي او په لاندې ډول دي:
(2) بخاري په: كتاب تَقصِير الصَّلاة، باب: إذا لم يُطِق قاعِداً صلَّى على جَنْبِ کې په (1117) شمیره روایت کړی دی.
دوه رکعته له سهار څخه مخکې
(4)
څلور رکعته له ماسپښین څخه مخکې
(2) بخاري په كتاب تقصير الصَّلاة، باب: ما جاء في التَّقصِير، وكم يُقِيم حتى يَقْصُر، کې په: (1081) شمیره روایت کړی دی.
دوه رکعته له ماسپښین نه وروسته.
(2)
دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته.
(2)
دوه رکعته د ماخوستن د لمانځه نه وروسته.
او مازدیګر چې دی
نو راتبه سنت نه لري،
دلیل یې د ام حبیبة رضي الله عنها حدیث دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «هیڅ مسلمان بنده نشته چې الله تعالی ته له فرضو پرته دولس رکعته نفل لمونځ وکړي مګر دا چې الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي» ام حبیبة رضي الله عنها فرمایي چې له هغه وروسته مې نه دي پریښي.[39]).
دویم: وتر:
حکم یې: موکد سنت دي. دلیل: له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: «زما دوست او ملګري مې - صلی الله علیه وسلم وسلم - راته په درېو کارونو وصیت کړی: له هرې میاشتې درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم». ([40]).
وخت یې:
د ماخوستن د لمانځه نه وروسته تر سهار ختلو پورې، او د شپې په پاتې دریمه کې یې کول غوره دي، او څوک چې ویره لري چې راویښ به نه شي نو له ویده کېدو مخکې دې وتر وکړي.
د رکعتونو شمیر یې:
لږ تر لږه یې یو رکعت دی، تر ټولو زیات یې یوولس رکعتونه دي او تر ټولو لږ بشپړ عدد درې رکعتونه دي.
طریقه یې:
دوه رکعته لمونځ کوي او سلام ګرځوي، بیا دوه رکعته کوي او سلام ګرځوي او همداسې، بیا یې په یو رکعت سره پای ته رسوي او سلام ګرځوي، او په ورستي رکعت کې له رکوع څخه د پورته کېدلو نه وروسته سنت دي چې د دنیا او اخرت د خېر لپاره د خپلې خوښې دعا وغواړي، او پر هغې دعا به ټینګار کوي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوې ده چې له هغو څخه یوه دا دعا ده چې قنوت ورته وایې:
د قنوت دعا:
له حسن بن علي رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې کلمې راښودلې دي چې په وترو کې یې ووایم: «اللَّهمّ اهدِني فِيمَن هَدَيْت، وعافِني فِيمَن عافَيْت، وتَوَّلَنِي فِيمَن تَوَلَّيت، وبارِك لي فِيما أَعْطَيْت، وقِني شَرَّ ما قَضَيْت، فإنَّك تَقْضِي ولا يُقْضَى عليك، وإنَّه لا يَذِلُّ مَن والَيْت، تَباركتَ رَبَّنا وتَعالَيْت» ([41]). «اې الله ما ته هدایت وکړه د هغه خلکو تر منځه چې تا ورته هدایت کړی، او ما ته د هغه خلکو تر منځه عافیت راکړه چې تا هغوی ته عافیت ورکړی، او د هغه خلکو تر منځه زما پالنه وکړه چې تا د هغوی پالنه کړې او ماته په هغه څه کې برکت راکړه چې تا راکړي دي، او ما له هغه شر څخه وژغوره چې تا فیصله کړی دی، هغه کس نه سپک کیږي چې تا د هغه پالنه کړي وي، ته د برکت او لوړ مقام والا یې».
پوښتنې:
س۱: تطوع لمونځ کوم لمانځه ته وایي؟ او کول یې پر بنده څه اغیزه لري؟
س۲: رواتب سنت دا دي:
1- ............................................................. له ماسپښین نه مخکې.
2- ................................. ................................. له سهار نه مخکې.
3- ..................................................د ماخوستن د لمانځه نه وروسته.
4- ...................................................د ماسپښین دلمانځه نه وروسته.
5- .........................................................د ماښام د لمانځه نه وروسته.
س۳: د صحیح جواب لاندې کرښه کش کړه او په نښه یې کړه.
أ - د وترو وخت ( د ماخوستن د لمانځه نه وروسته - د ماخوستن د لمانځه نه مخکې - د سهار د لمانځه پسې) دی.
ب - د وترو حکم: (موکد سنت - واجب - فرض) دی.
ج- تر ټولو لږ وتر (یو رکعت - یوولس رکعته - درې رکعتونه) دي.
د - د راتبه سنتو شمېر: (اته رکعتونه - یوولس رکعته - دولس رکعته).
س۴: د لاندې مسألو لپاره دلیل ووایه:
۱ - د راتبه سنتو مشروعیت. مسلم په كتاب صَلاة المسافِرين وقصرها، باب: فضل السُّنَن الرّاتِبَة قَبْلَ الفَرائِض وبَعدَهُنّ، وبيان عَدَدِهِنَّ کې په (728) شمیره روایت کړی دی.
۲ - د وترو مشروعیت.
س۵- د قنوت دعا ووایه؟ بخاري په كتاب الصَّوم، باب: صيام أيّام البِيض کې په (1981) شمېره، او مُسلِم په كتاب صَلاة المسافِر وقَصْرها، باب: استِحْباب صَلاة الضُّحی کې په (721) شمیره روایت کړی دی.
اوولسم لوست ([42])
هغه وختونه چې لمونځ پکې منع شوی دی
د مسلمان لپاره سنت طریقه ده چې ډیری لمونځونه په نفلي توګه ادا کړي، ځکه چې د هغه چا لپاره پرې الله تعالی اجر ټاکلی چې هغه ته په طاعتونو سره ځان نږدې کوي، خو درې داسې وختونه شته چې د لمانځه څخه پکې منع راغلې ده او په لاندې ډول دي:
لومړی: د سهار د لمانځه پسې تر څو چې لمر راوخیږي او د یوې نېزې په اندازه پورته شي، یعنې نږدې یو پاو د لمر له راختلو څخه وروسته.
دویم: کله چې لمر د اسمان مینځ ته شي، تر دې چې زوال وکړي، او زوال دې ته وایي چې لویدیځ طرف ته په کوزېدو شي.
دریم: د مازدیګر د لمانځه پسې تر دې چې لمر ډوب شي.
- پدې وختونو کې هیچا ته روا نه ده چې نفلي لمونځ وکړي لکه چې وړاندې تېر شول، خو ځینې نور لمونځونه شته چې سبب لرونکي دي او په همدې وختونو کې یې کول روا دي لکه:
۱ - د قضا شوو لمونځونو کول. ترمذي په خپل جامِع کې (2/328)، (464)شمېره روایت کړی او ویلي یې دي:" هذا حَدِيث حَسَن "، او نسائِي (3/248)، په (1745) شمېره روایت کړی دی.
۲ - تحیة المسجد.
د جنازې لمونځ.
پوښتنې:
س۱: د لمانځه څخه ممانعت درې وختونه لري. ویې ښیه.
س۲: د هغو لمونځونو لاندې کرښه کش کړه چې په ناروا وختونو کې یې کول روا وي:
أ- د قضایی لمونځونو راګرځول.
ب- نفلي لمونځ.
ج- تحیة المسجد.
د - د جنازې لمونځ.
س۳: د اسمان له مینځ څخه لمر کږیدو ته څه وایي؟-1016635-102298500
- د یوې نېزې په اندازه د لمر پورته کېدل یوازې د سترګو په لید کې دي، کنه د ځمکې او لمر تر منځ ډیر لوی واټنونه پراته دي. - له کومې لحظې نه چې لمر له ختیځ څخه راپورته کیږي، هر شی اوږد سیوري لري، هر څومره چې لمر پورته کیږي، سیوری کمیږي، تر دې چې کله لمر د اسمان مینځ ته شي سیوری پای ته ورسیږي، پدې وخت کې د لمانځه د ممانعت وخت داخل شي، کله چې لمر لویدیځ لورې ته لږ مایل شي، سیوری په زیاتېدو پېل وکړي، دا هغه وخت دی چې د نهي وخت پای ته ورسید او دا ډېر لنډ وخت دی.
عنوان: درسي نصاب، حدیث، سویه (پنځمه)
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. او تر ټولو اړین هغه څه چې په پنځمه سویه کې دي، هغه د یو لړ مهمو نبوي حدیثونو تشریح ده چې ډیری شرعي احکامو، علمي او عملي فائدو ته شامل دي لکه: هغه حدیثونه چې د نیت د اخلاص، د اسلام له ارکانو او لویو ادابو سره یې تړاو لري، د دې تشریح ځانګړتیا دا ده چې له يوه اړخه یې اسلوب اسان دي او له بله اړخه یې عبارت واضح دی، دا (تشریح) په یوه ځانګړي تګلاره وړاندې کیږي چې د صحابي (د حدیث د راوي) په پېژندنې سره پېلیږي، بیا د لغتونو معنا تشریح کیږي، ورپسې په حدیث کې راغلي مهم احکام او لارښوونې له دلایلو او د علماوو له اقوالو سره بیانیږي او په پای کې یو لړ پوښتنې وړاندې کیږي چې (ځوابونه یې) ټول لوست په بر کې نیسي، او له مخې یې د زده کوونکو د پوهې کچه معلومیږي.
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی حدیث
د نیت اخلاص د عمل د قبلیدو اساس دی:
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: «بیشکه د عملونو سمونتیا د نیت پر اساس ده او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه یې نیت کړی وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا لپاره وي چې تر لاسه یې کړي او یا د ښځې لپاره چې واده یې کړي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې د هغه لپاره یې هجرت کړی دی».
بخاري، مسلم او ابو داود روایت کړی او دا الفاظ د بخاري دي ([1]). بخاري د خپل صحیح په اوو ځایونو کې راوړی دی: لومړی یې په: کتاب بدء الوحی باب: کیف بدء الوحي الی رسول الله صلی الله علیه وسلم، په (۱) شمیره، او مسلم په : کتاب الامارة، باب قوله: " إنما الأعمال بالنِّيّات "وأنَّه داخِل فيه الغَزْو وغيره مِن الأعمال، په(155) شمیره (3/1515) او: أبو داود په خپل سنن کې: كتاب الطَّلاق، باب: فيما عني بِه الطَّلاق والنِّيّات، شمیره: (2201)، او دا الفاظ د ابو داود دي.
د راوي پېژندل:
هغه راشد خلیفه عمر بن الخطاب بن نفیل العدوي رضي الله عنه دی، کنیه یې ابو حفص ده، له نبوي هجرت څخه مخکې یې اسلام راوړی او د ابو بکر صدیق رضي الله عنه پسې د مسلمانانو خلیفه شوی، خلافت یې لس نیم کاله دوام وکړ، ده ته فاروق ویل کیږي؛ ځکه چې الله تعالی یې په مرسته د حق او باطل تر منځ جلاوالی راوست، او دی یو له هغو لسو کسانو څخه و چې په دنیا کې د جنت زیری ورکړل شوی دی.
نوموړی په درویشتم هجري قمري کال کې د درې شپيته کلنۍ په عمر وفات شو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم او ابو بکر صدیق رضي الله عنه په څنګ کې په نبوي حجره کې خاورو ته وسپارل شو.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
الأعمال:
د عمل جمع ده، او عمل هرې وینا او کړنې ته ویل کیږي چې له انسان څخه صادریږي.
بالنِّيّات:
د نیت جمع ده، چې د یوې چارې په اړه قصد او د زړه ارادې ته ویل کیږي.
هِجْرَتُه:
هجرت: د شرک له هېواد څخه د اسلام هېواد ته انتقالیدو ته وایي.
فهِجْرَته إلى اللهِ ورسولِه: نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی.
یعنې هجرت یې صحیح دی او ثواب پرې ورکول کیږي.
دُنْيا يُصِيبُها: د دنیا لپاره چې تر لاسه یې کړي
یعنې: د دنیوي ګټو لپاره چې تر لاسه یې کړي.
فَهِجْرَتُه إلى ما هاجَرَ إليه: نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې له امله یې هجرت کړی دی.
یعنې: خپله موخه یې تر لاسه کړه او په هجرت یې ثواب نه ورکول کیږي.
د حدیث لارښوونې:
د الله تعالی په نزد په نیت کې اخلاص د عملونو د قبلیدو لپاره شرط دی.
کله چې انسان په خپل عمل سره د اجر او ثواب تر لاسه کولو نیت وکړي، نو الله تعالی یې د هغه د نیت سره سم ورکوي.
مسلمان باید په هر کار کې د خپل نیت په ښه کولو ټینګار وکړي. تر څو یې عملونه د الله تعالی عبادت وګرځي.
کله چې نیت اصلاح شي عمل هم اصلاح کیږي، او کله چې نیت فاسد شي عمل هم فاسدیږي.
د الله تعالی لپاره هجرت له غوره عملونو څخه دی.
پوښتنې:
س۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( إنَّما الأعمال بالنِّيّات...)). حدیث له یادو بشپړ کړه؟
س۲: آیا انسان ته په خوب او خوراک اجر ورکول کیږي؟ واضح یې کړه.
س۳: انسان ته کله په دنیوي عملونو اجر ورکول کیږي؟
س۴: که چیرته د لارې څخه یو ضرري شی لرې کړې، نو آیا اجر درکول کیږي؟
د کورنې دندې اړوند پوښتنې:
س۱: لاندې کلمې معنا کړئ: الأعمال - النِّيّات - دُنْيا يُصِيبُها - هاجَرَ إليه ؟
س۲: احمد جومات ننوت چې د ماښام لمونځ وکړي، نو د جماعت سره یې لمونځ وکړ، بیا یې د لمانځه پسې اذکار هم ولوستل، نو غوښتل یې چې له جومات څخه راووځي، خو کله یې چې خپل پلار ولیده چې ورګوري، له جومات څخه ونه ووت، بلکې راتبه سنت یې وکړل او بیا ووت.
هغه کوم صحیح کارونه دي چې احمد وکړل؟ او کومه غلطي یې وکړه؟
س۳: د عمر بن الخطاب رضي الله عنه درې نامتو کارونه وښیه؟([2]). ښوونکې ته: ښوونکی باید زده کوونکو ته د واجبو عملونو زیات مثالونه وړاندې کړي چې د نیت اخلاص ته اړتیا لري لکه: لمونځ، روژه، زکات او د الله تعالی په لار کې جهاد، او د مباحو عملونو لپاره هم ډیر مثالونه ورکړي لکه: خوب، او خوراک، چې که د نیت اخلاص ورسره وي نو مسلمان ته پرې اجر ورکول کیږي.
دویم حدیث
د اسلام ارکان:
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج او د رمضان میاشت روژه نیول». [18] بخاري او مسلم روایت کړی دی ([3]). بخاري په كتاب الإيمان، باب: دُعاؤكُم إيمانكم کې په (8) شمیره او مسلم په كتاب الإيمان، باب: بيان أركانِ الإسلامِ ودَعائِمه العِظام کې (1/45)، په (21) شمیره روایت کړی. او دا الفاظ د مسلم دي.
رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن عمر بن الخطاب بن نفیل العدوي رضي الله عنهما دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته زیږیدلی، په ډیری غزاګانو کې یې ګډون کړی او یو له هغو کسانو څخه دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډیر حدیثونه روایت کړي او په ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پيروۍ زیات حرصناک و، نوموړی د نبوي هجرت په درې اویايم كال په طایف کې وفات شو.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
پر پنځو
پر پنځو ارکانو.
د حدیث لارښوونې:
اسلام داسې رکنونه لري او پرې ولاړ دی لکه څنګه چې یو کور (تهدابونه او ستنې) لري او پرې ولاړ وي.
د دې ارکانو بنسټ: ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، نو د هیڅ شخص اسلام په شهادتینو له تلفظ او هغه څه پرته نه صحیح کیږي چې شهادتین پرې دلالت کوي.
د هغو شیانو له جملې څخه چې شهادتین پرې دلالت کوي: د الله جل جلاله یووالی، د هغه عبادت او ورسره شرک نه کول دي.
لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن او تر ټولو مهم عملي عبادت دی چې لدې پرته د چا اسلام نه صحیح کیږي.
زکات د اسلام له ارکانو څخه دریم رکن دی.
د رمضان د میاشتې روژه نیول پر هر مسلمان، بالغ او عاقل واجب ده، او د نابالغ په حق کې مستحب ده.
حج د اسلام له ارکانو څخه پنځم رکن دی چې پر توانمند مسلمان په ټول عمر کې یو ځل واجب دی.
د بحث پوښتنې:
س۱: د اسلام ارکان وشمېره؟
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې: په لا اله الا الله ګواهي ورکوي او لمونځ نه کوي؟
س۳: د رمضان د میاشتې روژه نیول څه حکم لري؟
س۴: محمد پنځلس کلن دی، کله چې د رمضان میاشت راغله ټولې روژې یې ونیولې، خو شپه به یې په کور کې په ویښه تېروله او د ماسپښین او مازدیګر له لمانځه څخه به ویده پاتې کېده.
هغه کوم سم عمل دی چې محمد کړی دی؟
دوه غلطیانې وښیه چې محمد کړې دي؟
د کورنې دندې سوالونه:
س۱: عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په څه سره مشهور و؟
س۲: په (لا إله إلّا الله) ګواهي ورکول په څه دلالت کوي؟
س۳: راتلونکې عبارتونه صحیح کړه:
لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دریم رکن دی؟
روژه په هر بالغ غیر عاقل مسلمان فرض ده.
حج په ټول عمر کې پر مسلمان درې ځلې فرض دی ([4]). ښوونکې ته: - ښوونکی د دې ارکانو پر اهمیت ټینګار کوي او هغه څه تشریح کوي چې: شهادَة أن لا إله إلّا الله، وأنَّ محمَّداً رسول الله پرې د الله تعالی له توحید څخه دلالت کوي.
دریم حدیث:
د اسلام له نظره جوماتونو ته پاملرنه:
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو تور سړی - یا توره ښځه - مړه شوه چې جومات به یې جارو کاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه پوښتنه وکړه؟ هغوی ورته وویل: مړ شو/مړه شوه، ویې فرمایل: «آیا تاسو پرې زه نه یم خبر کړی، ماته د هغه سړي - یا ښځې- قبر راوښیئ، نو قبر ته یې ورغی او د ( جنازې) لمونځ یې پرې وکړ». بخارِي او مُسلِم ([5]) روایت کړی دی. بخاري په كتاب الصَّلاة، باب: كَنْس المسجِد والتِقاط الخِرَق والأَذى والعِيدان، کې په (458) شمیره راوړی او مسلم په كتاب الجنائِز، باب: الصَّلاة على القَبْرِ (2/659) کې په بل عبارت راوړی، شمیره (956).
د راوي پېژندل:
دی جلیل القدر صحابي عبد الرحمن بن صخر الدوسي رضي الله عنه دی، د هجرت په اووم کال؛ د خېبر د فتحې په کال کې مسلمان شوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې سخته ملګرتیا کړې ده، نوموړی هغه صحابي دی چې تر ټولو زیات حدیثونه یې روایت کړي او د نبوي هجرت په اوه پنځوسم کال کې وفات شوی دی. رضي الله عنه
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
جومات یې جارو کاوه:
جومات یې له خځلو او چټلیو پاکاوه.
پرې به مو خبر کړی وم.
د هغه په مړینه به مو خبر کړی وم.
لمونځ یې پرې وکړ:
د جنازې لمونځ.
د حدیث لارښوونې:
جومات د لمانځه، عبادت، د قرآن کریم د تلاوت، حفظ او د علم د زده کړې او داسې نورو کارونو ځای دی، نو واجب دي چې درناوی یې وشي او پاملرنه ورته وشي.
جومات ته پاملرنه دا ده چې ساتنه یې وشي، چټلي او خځلي پکې ونه غورځول شي او نه یې په دیوالونو لیکل وشي.
د جومات پاکول، د مصحفونو او فرشونو سمول، د دروازو او څراغونو مړه کول مسجد ته له پاملرنې څخه دي.
د اسلام دین د نظافت، او ظاهري طهارت دین دی لکه: د کالیو، بدن او جومات پاکول، او د باطني نظافت لکه: له حسد او کینې څخه د زړه پاکوالی .
څوک چې د خېر کارونه کوي درناوی او عزت یې په کار دی لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات د صفا کوونکي سره وکړل.
چا چې په مړي جنازه نه وي کړي، سنت طریقه ده چې په قبر یې د جنازې لمونځ وشي.
د بحث پوښتنې:
س۱: جومات ته د اسلام د پاملرنې دوه لاملونه په ګوته کړئ؟
س۲: ځینې هغه عملونه وښیه چې جومات ته په پاملرنه کې شمېرل کیږي؟
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: په داسې حال کې چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جومات کې ناست وو یو بانډچي راغی، ودریده او په جومات کې یې متیازې کولې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو وویل: مه مه. وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (( لا تَزْرِمُوه. دَعُوه ))،يعنې پرې یې ږدئ او متیازې کول یې مه پرې کوئ، هغوی پرېښود تر دې چې متیازې یې وکړې. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وویل: «دا جوماتونه د متیازو او چټلیو لپاره مناسب نه دي، بلکې د الله –جل جلاله- د ذکر، لمونځ او د قرآن کریم د تلاوت لپاره دي» وایې: له خلکو یې یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پرې یې واړولې.([6]). مسلم په: كتاب الطَّهارة، باب: وجوب غَسْل البولِ وغيرِه مِن النَّجاساتِ إذا حَصَلَت في المسجِد کې په (285) شمیره راوړی دی. د (مه): معنا ده: بس كړه، (یعنې دا عمل کوه)... (فَشَنَّه): یعنې: پرې یې واړولې.
د دې کیسې درې ګټې وښیه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: ( يَقُمّ المسجِدَ ) څه معنا؟
س۲: ابو هریرة رضي الله عنه په څه مشهور و؟
س۳: د ځینو هغو اعمالو یادونه وکړئ چې تاسو پکې د غریبانو سره ښه کوئ؟
س۴: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
د جوماتونو په پاکولو کې ګډون کول روا نه دي ( ).
د جومات دننه او د باندې په دیوالونو لیکل جومات ته یو ډول پاملرنه ده ( ).
ج- جومات ته د نه پاملرنې یوه بڼه دا ده چې اوبه پکې پرېښودل شي چې بهیږي ( ).
دې سړي ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه پدې دلیل دی چې اسلام په نظافت ټینګار کوي. ښوونکې ته: - جومات د مسلمانانو د ژوند یوه برخه ده، نو ښوونکي ته په کار دي چې د زده کوونکو په زړونو کې د جومات اهمیت ته وده ورکړي, او جومات ته په احترام ساتلو ټینګار او پکې له بې ځایه کړنو پر ډډې کولو ټینګار وکړي. - ښه ده چې ښوونکی د ځینو هغو کړنو یادونه وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جومات کې د لمانځه پرته ترسره کول. - وګوره: كتاب الآداب الشَّرعِيّة لِلشَّيخ محمّد بن مفلح رحمه الله (2/272) او ورپسې.
څلورم حديث
د مور او پلار د نافرمانۍ حراموالی:
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یوه له لویو ګناهونو څخه دا ده چې سړی خپل مور او پلار ته ښکنځل وکړي، هغوی وویل: ای د الله رسوله، آیا څوک خپل مور او پلار ته هم ښکنځل کوي، هغه وویل: هو، د یو سړي پلار ته ښکنځل کوي نو هغه یې هم پلار ته ښکنځل کوي، او مور ته یې ښکنځل کوي نو هغه یې هم مور ته ښکنځل کوي». بُخاري او مُسلِم روایت کړی ([8]). بخاري په كتاب الأدب، باب: لا يَسُبّ الرَّجُلُ والِدَيْه کې په: (5973) شمیره رواړی، او مسلم في خپل صحیح کې (1/92)، كتاب الإيمان، باب: بَيانُ الكَبائِر وأكبَرها کې په (146) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دی.
د رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن عمرو بن العاص بن وائل القرشي السهمي رضي الله عنه دی، له خپل پلار عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه یې مخکې اسلام راوړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په ډیرو غزاګانو کې ګډون کړی دی، په ډیر عبادت کولو یې شهرت درلود، او ډیری حدیثونه یې روایت کړي، نوموړی د نبوي هجرت په پنځه شپېتم کال وفات شوی دی.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا یې
له کبیره ګناهونو څخه:
لوی ګناهونه او سرغړونې.
ښکنځلې:
الشتم: ښکنځلې؛ د یو چا په اړه داسې یو څه ویل چې د هغه عیب بیانوي او یا یې ازاروي.
د حدیث لارښوونې:
ګناهونه او سرغړونې بېلابېلې درجې لري چې ځینې یې لوی ګناهونه او ځینې یې کوچني دي.
سپکې سپورې او لعنت ویل حرام دي او د ګناه لامل ګرځي.
د ښکنځلو په جواب کې ښکنځلې کول انسان له ثواب څخه محروموي او د ګناه لامل ګرځي.
یو له لویو ګناهونو څخه مور او پلار ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ښکنځلې کول دي.
د مور او پلار د نافرمانۍ حراموالی، برابره خبره ده که په وینا سره وي لکه: سپکې سپورې ویل، غږ پرې پورته کول او یا په عمل سره وي لکه وهل او یا یې د خبرو نه منل.
مسلمان ته پکار دي چې خپله ژبه له هر ډول بدو او فحشاوو څخه پاکه وساتي.
د بحث پوښتنې:
س۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ((مِن الكَبائِرِ شَتْم الرَّجُلِ ...)). پورته حدیث له یادو بشپړ کړه؟
س۲: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا تشریح کړه: ((يَسُبّ أبا الرَّجُلَ فَيَسُبّ أباه)).
س3: د ښکنځلو او لعنت ویلو حکم څه شی دی؟
س۴: د مور او پلار نافرماني په څه سره کیږي؟
س۵: د مور او پلار په وړاندې مو د ځینو مکلفیتونو یادونه و کړئ؟
د کورنۍ دندې پوښتنې:
الله تعالی فرمایلي: (او ستا رب حكم كړى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يوازې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره ښاېسته خبره وایه). او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په داسې حال كې چې زه وړوكى وم). [الإسراء: 23 -24].
س۱ : له آيت څخه دوه داسې عملونه راوباسه چي د مور او پلار په وړاندې یې کول حرام وي؟.
س۲: له آیت څخه دوه داسې عملونه راوباسه چې د مور او پلار پر وړاندې یې کول واجب دي؟
س۳: ووایه چې د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما په اړه په څه پوهیږې؟([9]) ښوونکې ته: - ښه ده چې ښوونکی له مور او پلار سره د نیکۍ کولو یو څو بیلګې چې کول یې واجب دي زده کوونکو ته وښیي، همدا رنګه د مور او پلار د نافرمانۍ څو بېلګې چې پرېښودل یې واجب دي. وګورئ: كتاب الآداب الشَّرعِيَّة، د شَّيخ محمد بن مفلح رحمه الله (1/460).
پنځم حدیث:
د اسلام له ادابو څخه:
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو خپل ګاونډي ته دې ازار نه رسوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو د خپل مېلمه درناوی دې کوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو يا دې ښه وینا وکړي او يا دې چوپ پاتې شي». بخارِي اومُسلِم روایت کړی ([10]). بخاري په: كتاب الأدب، باب: مَن كان يُؤْمِن باللهِ واليوم الآخر، کې په: (6018)، شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي. او مسلِم په خپل صحیح کې روایت کړی (1/68)، كتاب الإيمان، باب: الحَثّ على إكرام الجار والضَّيْف، ولُزوم الصَّمْت إلّا عن الخير، وكَوْن ذلك كلّه مِن الإيمان، شمیره: (75).
رواي پېژندنه:
په دریم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
اليَوْم الآخِر:
د قيامت ورځ.
لِيَصْمُت:
چوپ دې شي.
د حدیث لارښوونې:
د دې دين يوه ځانګړتیا دا ده چې مسلمانان داسې کارونو ته هڅوي چې د دوی تر منځ د مينې او ورورولۍ لامل ګرځي.
ګاونډي لوی حقونه لري چې ځینې یې دا دي:
په صدقه، ډالۍ او غوره وینا ورسره نیکي کول.
په وینا لکه: ښکنځلې کولو او یا کړنې لکه کورته یې له اجازې پرته ورښکاره کېدلو، یا یې د اولادونو ازارول، یا یې د کور په دیوالونو لیکل، په موټر یې لوبې کول، د کور مخې ته یې ښځلې غورځول او داسې نورو کارونو یې له ځورونې ډډه کول.
له ګاونډي سره نیکي کول او له ځورولو یې ډډه کول د بشپړ ایمان نښه ده.
د ګاونډیانو د حقونو پالنه د دوی ترمنځ د ورورولۍ اړیکې پیاوړې کوي.
میلمه ځانګړي حقونه لري لکه: په ښه راغلاست سره یې دروناوی کول، په عملي توګه یې عزت کول، د ناستې لپاره ورته مناسب ځای برابرول او له اسراف پرته ورته ښه خواړه تیارول.
د ژبې ساتنه واجب ده چې ښه پرې وویل شي او له بدې وینا ډډه وشي.
د بحث پوښتنې:
س۱: له ګاونډي سره د نیکۍ کولو درې بېلګې ووایه؟
س۲: له ګاونډیانو سره نیکي کول د دوی تر منځ د ورورولۍ اړیکې پیاوړی کوي، لامل یې څه دی؟
س۳: لاندې عبارتونه صحیح کړئ:
د ګاونډیانو کورونو ته په دیوالونو سر ورپورته کول له هغوی سره نیکي ده.
د ګاونډي د کور مخې ته د اوبو (لختي) تېرول هغه ته ضرر نه لري.
د راډیو غږ پورته کول له ګاونډي سره نیکي ده.
س۴: د میلمه درناوی په څه کیږي؟
د کورنۍ دندې پوښتنې:
س۱: سالم د خپل ګاونډي صالح د کور مخې ته موټر ودراوه، صالح راووت، هغه یې ملامت کړ او د دې کار له امله یې ورته سپکې سپورې وویلې، سالم هم ورته له هغې سختې سپکې سپورې وویلې، دواړه غصه شول او په همدې حالت کې سره جلا شول.
سالم کومې غلطیانې وکړې؟
صالح ته په دې وخت کې څه کول په کار و؟
س۲: ژبه د الله تعالی له لورې یو نعمت دی چې باید د الله تعالی په اطاعت کې وکارول شي. د اطاعت درې عملونه وښیئ چې په ژبه ترسره کیږي. ([11]). ښوونکي ته: - ښه ده چې ښوونکی هغه ځایونه په ګوته کړي چې د ګاونډي او میلمه پالنه پکې کیږي. - ژبه یو نعمت دی چې په ښه او بد کې کارول کیږي، نو ښه به وي چې ښوونکی په دې اړه زیات مثالونه وړاندې کړي. وګورئ: د شيخ محمد بن مفلح کتاب: الآداب الشرعیة (۱/۶۲) او ورپسې.
شپږم حدیث:
د قضای حاجت آداب:
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قضای حاجت ځای ته د ننوتلو پر مهال ویل: «ای الله، زه پر تا پناه نیسم د نارینه او ښځینه شیطانانو څخه». بُخاري او مُسلِم روایت کړی دی([12]). بخاري په كتاب الوضوء، باب: ما يقول عند الخلاء کې په: (142) شمیره روایت کړی، او مسلم په خپل صحیح کې (1/283) په: كتاب الحيض، باب: ما يقول إذا أراد دخول الخلاء کې په: (122) شمیره روایت کړی دی.
او له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله د قضای حاجت له ځای څخه راووته نو ویل به یې: «یا الله بښنه وکړه». أبو داود روايت كړی دی ([13]). أبو داود په خپل سنن کې (1/8)، په كتاب الطَّهارة کې، باب: ما يقول الرَّجلُ إذا خَرَج مِن الخلاءِ، کې په: (30)، او ترمِذِي په خپل جامع کې (1/12)، په: كتاب الطَّهارَة کې، باب: ما يقولُ إذا خَرَج مِن الخَلاءِ، کې په (7) شمیره روایت کړی او ویلي یې دي:" حَدِيث حَسَنٌ غَرِيب ".
د لومړي حدیث د راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي أنس بن مالک الأنصاري رضي الله عنه دی، لس کاله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت کړی او ډیری حدیثونه یې ترې روایت کړي دي، هغه تر ټولو وروستی صحابي و چې په بصره کې وفات شو، نوموړی د نبوي هجرت په درې نویم کال وفات شوی دی.
د دویم حدیث د راوي پېژندنه:
جلیل القدره صحابیه أم المؤمنین عائشة بنت أبي بکر الصدیق رضي الله عنهما، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده چې په خپل علم او پوهه کې شهرت درلود، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډیری حدیثونه روایت کړي، نوموړې د نبوي هجرت په اووه پنځوسم کال وفات شوې ده (رضي الله عنها).
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
إذا دَخَل:
یعنې کله چې یې د ننوتلو اراده وکړه.
الخلاء:
دلته ترې مراد: د قضای حاجت ځای دی.
الخبث:
د خبیث جمع ده او مراد ترې نارینه شیطانان دي.
الخبائث:
د خبیثة جمع ده او مراد ترې ښځینه شیطانانې دي.
غفرانک:
یعنې د بخښنې سوال درڅخه کوم.
د حدیث لارښوونې:
د قضای حاجت لپاره ځینې آداب دي چې یو مسلمان یې باید زده او عملي کړي.
د قضای حاجت له ادابو څخه یو دا دی چې له ننوتلو مخکې دا دعا ووایي: «اې الله زه تاته د نارینه او ښځینه شیطانانو له شر څخه پناه دروړم».
د قضای حاجت له آدابو څخه یو دا دی چې د قضای حاجت د ځای له راوتلو وروسته (غفرانک) ووایي. یعنې ای الله بخښنه راته وکړه.
مسلمان ته په کار دي چې په شرعي اذکارو پابندي وکړي، ځکه هغه یې د الله تعالی په امر له شیطانانو څخه ساتي.
د مسلمان لپاره روا نه ده چې د حاجت په ځای کې د الله تعالی ذکر وکړي، ځکه هغه ذات له دې پاک دی چې په داسې ځایونو کې یاد شي.
د بحث پوښتنې:
س۱: د لومړي حدیث دوه ګټې بیان کړه.
س۲: مسلمان چې کله حمام ته ننوځي باید کوم ذکر ووایي؟
س۳: د انس بن مالک رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟
س۴: ولې باید یو مسلمان د حاجت په ځای کې د الله تعالی له یادولو ډډه وکړي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: ووایه چې اذکار څه ګټه لري؟
س۲: عائشې رضي الله عنها په څه سره شهرت درلوده؟
س۳: د لاندې کلمو معنا ووایه: الخبث - الخبائث - غُفرانَك ؟
س۴: مسلمان له حمام څخه د راوتلو نه وروسته کومه دعا وایي؟([14]). ښوونکې ته: - دا ډېره ګټوره ده چې ښوونکی د زده کوونکو په زړونو کې د الله پاک د ذکر اهمیت ته ځای ورکړي، په ځانګړې توګه په هغو وختونو او شرایطو کې چې ځانګړي نصوص پکې راغلي دي. وګوره: د امام نووي رحمه الله کتاب الأذکار، او د شیخ عبد العزیز بن باز رحمه الله کتاب تحفة الأخیار، د شیخ سعید بن علي القحطاني کتاب حصن المسلم. ښوونکي ته ښایي چې همیشه د ذکر کولو ګټې بیان کړي، او د ابن القیم الجوزیه رحمه الله کتاب الوابل الصیب من الکلم الطیب وګوره.
اووم حدیث:
د سوال کولو ممانعت:
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «څوک چې له خلکو څخه د خپل مال د زياتوالي په خاطر سوال کوي، نو دی په حقیقت کې سکروټې غواړي، نو خوښه یې چې لږې غواړې او که ډېرې». مسلم روایت کړی دی ([15]). مسلم په خپل صحيح (2/720)، كتاب الزكاة، باب: كراهِيَة المسأَلَةِ لِلنّاس، کې په (105) شمیره روایت کړی.
د راوي پېژندل:
په دریم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د لغتونو معنا:
کلمه
معنا
سألَ النّاسَ:
یعنې د پېسو غوښتنه یې ترې وکړه.
تَكَثّراً:
د دې لپاره چې مال یې زیات شي (نه د ضرورت لپاره).
جَمْراً:
سکروټې
فَلْيَسْتَقِلّ:
نو لږې دې وغواړې.
لِيَسْتَكْثِر:
زیاتې دې وغواړې.
د حدیث لارښوونې:
له اړتیا پرته له خلکو څخه د پیسو غوښتنه کول حرام دي.
د ضرورت لپاره سوال کول روا دي لکه د پور ادا کول او داسې نور.
د مسلمان لپاره غوره دا ده چې له خلکو څخه د سوال کولو نه ډډه وکړي، که څه هم هغه محتاج وي؛ نو چا چې د خلکو نه ځان بې حاجته وباله؛ الله تعالی به یې موړ کړي.
د مسلمان یوه ځانګړنه دا ده چې موړ وي (د سوال نه ځان ساتي) او له خلکو څخه د سوال کولو نه ډډه کوي.
مسلمان د خپل رزق د لاسته راوړلو لپاره سخت کار کوي، له خلکو ځان مستغني کوي او له سوال کولو څخه ډډه کوي.
د بحث پوښتنې:
س۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( مَن سَأَلَ النّاسَ...)). حدیث له یادو بشپړ کړه.
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې له اړتیا پرته له خلکو سوال کوي؟
س۳: که تاسو یو څوک ووینئ چې له خلکو نه سوال کوي، نو په څه ورته نصیحت کوئ؟
س۴: له خلکو له اړتیا پرته سوال کول ولې ګناه ده؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: ووایه چې د ابوهریرة رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟
س۲: مسلمان څنګه کولی شي له مشروع لارې پیسې وګټي؟
س۳: د سوال کولو څخه د ممانعت څو ګټې وښیه؟([16]). ښوونکي ته: - ښوونکی د زده کوونکو په زړونو کې پوهې، جديت او فعالیت سره مینې درلودلو ته ځای ورکوي. - له سوال کولو څخه د ځان ساتلو اهمیت بیانوي او دا چې دا کار کومې بدې پایلې لري. - ښوونکی هغه چاته د صدقې ورکولو اهمیت بیانوي چې سوال کول ورته روا دي، همدا رنګه د سوالګر له رټلو ځان ساتنې ته یې پام راړوي. - په دنیا او اخرت کې ورته له اړتیا پرته د سوال کولو زیان بیانوي لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا کې راغلي دي: «یو سړی تر هغه پورې سوال کوي، تر دې چې د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې پر مخ به یې یوه ټوټه غوښه هم نه وي». مسلم په كتاب الزكاة، باب: كراهِيَّة المسأَلَة لِلنّاس کې په (1040) شمیره روایت کړی.
اتم حدیث:
د ناروغ د پوښتنې فضیلت:
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د ناروغ پوښتنې ته لاړ، نو دی چې تر څو هلته وي دی په (خرفةُ الجنة) کې دی، وویل شو ای د الله رسوله، خرفة الجنة څه دی؟ هغه وفرمایل: د میوو راټولول. مسلِم روایت کړی ([17]). مسلم په كتاب البِرّ والصِّلَة والآداب، باب: فَضْل عِيادَة المرِيضِ کې په (42) شمیره روایت کړی.
رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي ثوبان بن بُجدد دی، کنیه یې ابو عبد الله ده، نوموړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ازاد کړی شوی غلام دی، په مدینه کې اوسیدلی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته شام ته کډه شوی دی، د هجرت په څلورپنځوسم کال د مصر له فتحې وروسته په حمص کې وفات شوی دی. الله تعالی دې ترې راضي شي.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
عاد:
ویې لیده (پوښتنې ته یې ورغی)
خُرْفَة:
الخرف: د خرما له ونې خرما راټولول.
د حدیث لارښوونې:
روغتیا پر بندګانو د الله تعالی لویه لورینه ده، او الله تعالی ځینې وختونه خپل ځینې بندګان په ناروغۍ اخته کوي.
ناروغ پر خپلو مسلمانانو ورونو حق لري چې بار بار یې پوښتنه وکړي.
د ناروغ په پوښتنه کې د الله تعالی لخوا اجر او ثواب دی.
د ناروغ پوښتنه د هغه دردونه کموي او په زړه یې خوشحالي ورننباسي.
د ناروغ پوښتنه روغ انسان ته د الله تعالی نعمتونه وریادوي.
د مسلمانانو تر منځ د مینې پېدا کېدو او مینې خپرېدلو یو لامل خپلمنځي تګ راتګ دی په ځانګړې توګه د ناروغ پوښتنه کول.
څوک چې د ناروغ پوښتنې ته لاړ شي شرعي طریقه دا ده چې دعا ورته وکړي او ووایي: ((لا بَأْس طَهُور إن شاءَ الله) یعنې ان شاء الله چې (دا ناروغي) د ګناه پاکوونکې ده.[18])، او خپل ملاقات دې لنډ کړي. بخاري په كتاب المرض، باب: عِيادَة الأعراب، کې په (5656) شمیره روایت کړی او عبارت یې داسې دی" أنَّ النَّبيَّ صلى الله عليه وسلم دخل على أعرابي يَعودُه، قال وكان النَّبيُّ صلى الله عليه وسلم إذا دَخَل على مَرِيضٍ يَعُودُه قال له:" لا بأس، طَهور إن شاءَ الله....". رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو بانډچي ناروغ پوښتنې ته ورغی، وایي او رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د کوم ناروغ پوښتنې ته ورغی نو ورته به یې ویل: " لا بأس، طَهور إن شاءَ الله..".
د بحث پوښتنې:
س۱: ووایه چې د ثوبان بن بجدد رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږي؟
س۲: د ناروغ د یو څو حقونو یادونه وکړه؟
س۲: ولې د ناروغ پوښتنه انسان ته د الله تعالی نعمت وریادوي؟
س۴: مسلمان ته د ناروغ د پوښتنې کولو پر مهال څه کول مستحب دي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: حدیث په دوو کرښو کې تشریح کړه؟
س۲: د ناروغ د پوښتنې دوه ګټې وښیه؟
س۳: عبد الله د خپل ناروغ ملګري عبد الرحمن پوښتنې ته ولاړ چې په روغتون کې بستر و، کله چې روغتون ته ننوت نو په کوټو ګرځیده، ډیری ناروغان یې ولیدل چې الله تعالی په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي وو، نو د الله شکر یې ادا کړ چې دی یې له دې ناروغیو ساتلی او د الله تعالی څخه ټولو ته د بیړنۍ روغتیا دعا وغوښته، کله چې د خپل ملګري کوټې ته ورسید سلام یې پرې واچاوه او دعا یې ورته وکړه چې الله تعالی یې له دې ناروغۍ روغ کړي او ګناهونه یې وبخښي، نو عبد الرحمن په دې کار زیات خوشحاله شو او د پوښتنې له امله یې ترې مننه وکړه.
عبدالله کوم ستر کارونه وکړل؟ او د الله تعالی سره یې اجر څه دی؟([19]). ښوونکې ته: - روغتیا ستر نعمت دی، نو غوره به وي چې د دې نعمت ښکارونه له دې څخه په ګټې اخیستلو وشي، ناروغي د الله تعالی لخوا امتحان دی نو د دې تشریح کول په کار دي تر څو ترې ځوانان له دې معنا ګټه پورته کړي، نو ناراضه کیږي به نه او نه به شکایت کوي. - د خپلوانو، ملګرو او نورو ناروغانو د پوښتنې له لارې د محبت او ورورلولۍ د روحیې پیاوړتیا.
نهم حدیث
د خوب له سنتونو څخه:
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې هره شپه خپل خوب ځای ته لاړ نو دواړه لاسونه به یې لپه کړل بیا به یې پکې ((قُل هو اللهُ أَحَد))، (( قُل أَعوذ بِرَبِّ الفلق )) او (( قل أَعوذ بِرَبّ النّاس )) وویل او چف به یې کړل، تر هغه ځایه به یې په خپل بدن راکاږل، څومره به یې چې لاس رسیده، له سر او مخ نه به یې پېل وکړ او بیا د بدن مخه، دا کار به یې درې ځلې کاوه. بُخاري او مسلِم روایت کړی دی ([20]). بخاري په كتاب فَضائِل القرآن، باب: فَضْل المعَوِّذات کې په (5017) شمیره او مُسلِم په كتاب السَّلام، باب: رقية المرِيض بِالمعوِّذات والنَّفْث، کې په (2192) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
په شپږم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
أوى:
ویده کېدو ته چمتو شو.
نَفَث:
النَّفْث: په لاس کې معمولي تف یا چف کول.
أَعُوذ:
الله ته پناه وړم او ځان پرې ساتم.
الفَلَق:
سهار.
د حدیث لارښوونې:
پر بنده ګانو د الله تعالی له لورینو څخه یوه دا ده چې د ویده کېدو پر مهال یې ورته اذکار روا کړي دي.
مسلمان باید په خپلو ټولو حالاتو کې د الله تعالی سره پياوړې اړیکه ولري.
د مسلمان لپاره سنت دي چې د ویده کېدو پر مهال پدې اذکارو پابندي وکړي تر څو یې له ګټو څخه برخمن شي لکه:
د الله تعالی سره د اړیکو پیاوړتیا.
د الله تعالی له خوا یې ساتنه.
د الله تعالی له خوا د اجر او ثواب تر لاسه کول.
د خوب لپاره ډیری سنتونه دي لکه:
د پاکوالي په حالت کې ویده کېدل.
په ښي اړخ ویده کېدل، ښي لاس د ښي مخ لاندې اېښودل او دا دعا ویل: (( اللَّهمّ باسمِك أَحْيا وأموت ))، «یا الله ستا په نوم راژوندی کیږم او ستا په نوم مرم (ویده کیږم)»، او کله چې راویښ شي نو دا دعا: (( الحمدُ لله الذي أَحْيانا بعد ما أَماتَنا وإليه النُّشور ))([21]). «الله لره ستاینه ده؛ هغه ذات چې موږ یې له مرګ نه وروسته راژوندي کړو او هغه ته بیرته ورټولیدل دي». بخاري په كتاب التَّوحيد، باب: السّؤال بأسماء الله تعالى والاستعاذة بها، کې په (2196) شمیره روایت کړی دی.
د ایة الکرسي لوستل.
د الاخلاص سورت او معوذتینو لوستل، په لاس کې یې چف کول او لاسونه تر خپلې وسې پر ځان درې ځلې راکاږل.
د بحث پوښتنې:
س1: عن عائشة رضي الله عنها أنَّ النَّبيَّ صلى الله عليه وسلم كان إذا أوى...)). دا حدیث له یادو بشپړ کړه؟
س۲: له خوب څخه د راپاڅېدو پر مهال څه وایې؟
س۳: هغه څوک چې د اذکارو پابندي کوي او څوک یې چې نه کوي، د دواړو تر منځه څه توپیر دی؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
ووایه چې د ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها په اړه په څه پوهیږې؟
د ویده کېدو څلور سنتونه وښیه؟
د حدیث درې ګټې وښیه؟([22]). ښوونکي ته: - ښوونکی د چوف او مسح کولو طریقه ښیي او زده کوونکي هڅوي چې هره شپه د خوب ویلو اذکار ووایي. - ښوونکی زده کوونکو ته وایي چې د خوب له سنتو څخه دا دي چې درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلې الحمد لله او څلور دیرش ځلې الله اکبر وویل شي، لکه څرنګه چې علی بن ابی طالب او فاطمې رضي الله عنهما ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وصیت کې راغلي دي. وګورئ: صحيح البخاري، كتاب النَّفقات، باب: عَمَل المرأَة في بَيْت زَوْجِها، شمیره(5261).
لسم حدیث
له غصې ډډه کول:
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ماته نصیحت وکړه، هغه ورته وویل:( لا تَغْضَب ) یعنې مه غصه کیږه، هغه ورڅخه بیا څو ځلې پوښتنه وکړه، او هغه ورته وفرمایل چې :( لا تَغْضَب ) یعنې مه غصه کیږه. بُخارِي روایت کړی ([23]). بخاري په كتاب الأدب، باب: الحذَر مِن الغَضَب کې په (6116) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
په دریم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د حدیث لارښوونې:
حدیث پر دې دلیل دی چې صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیتونو ته زیاته پاملرنه درلوده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له غصې څخه منع فرمایلې ده؛ ځکه چې هغه له شیطان څخه ده او زیانمنې پایلې لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له غصې څخه منع فرمایلي ده، او مسلمان ته په کار دي چې له غصې او له لاملونو یې ځان وساتي تر څو پکې واقع نه شي.
د غصې ضد: زغم او حوصله ده دا دواړه له ستایل شوو صفتونو څخه دي او مسلمان ته په کار دي چې په ځان کې یې پیدا کړي.
چا چې غصه وکړه نو د لاندې کارونو سپارښتنه ورته کیږي:
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم ویل.
اودس کول.
الله جل جلاله یادول.
هغه حالت ته بدلون ورکول چې دی پکې دی.
د بحث پوښتنې:
اسلام ولې له غصې کولو منع فرمایلې ده؟
س۲: ځینې اسباب وښیه چې د غصې لامل ګرځي؟
س۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی نه دی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي». رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې هغه سړی پياوړی وښود چې د غصې پر مهال ځان کنټرولوي. بخاري في كتاب الأدب، باب: الحذر من الغضب کې په (6114) شمیره روایت کړی دی.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: ووایه چې د ابوهریرة رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟
س۲: ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې صحابي رضي الله عنه ته دا وصیت تکرار کړ؟
س۳: د حدیث درې لارښوونې بیان کړه ([25]). ښوونکي ته: - غوره ده له حدیث څخه په ګټه اخیستنې زده کوونکي ښو اخلاقو ته وهڅول شي تر څو پرې ځان سمبال کړي. - غصه، غږ پورته کول او جګړه ناوړه صفتونه دي، نو ښوونکی دې دا معنا زده کوونکو ته څو څو ځلې تکرار کړي تر څو ترې ډډه وکړي. - د دې حدیث تشریح کول: ( ليس الشَّدِيد بِالصُّرَعَة ).
فهرس
لومړی حدیث
د نیت اخلاص د عمل قبلیدو لپاره اساسي شرط دی
دویم حدیث
د اسلام ارکان
دریم حدیث
جوماتونو ته د اسلام پاملرنه
څلورم حدیث
د مور او پلار د نافرمانۍ حراموالی:
پنځم حدیث
د اسلام له ادابو څخه:
شپږم حدیث
د حاجت رفع کولو له ادابو څخه:
اووم حدیث
د سوال کولو ممانعت:
اتم حدیث
د ناروغ د پوښتنې فضیلت:
نهم حدیث
د خوب له سنتونو څخه:
لسم حدیث
له غصې څخه ډډه کول
عنوان: درسي نصاب، د حدیث علم، پنځمه سویه
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی او په (8) سویو ویشل کیږي. په شپږمه سویه کې یو له مهمو توکو څخه: د نبوي حدیثونو د یوې ټولګې تشریح ده چې اړین حدیثونه او ډیری مسائلو ته شامله ده لکه: شرعي حکمونه، عملي او علمي فایدې لکه: هغه حدیثونه چې له ناوړه اخلاقو څخه ځان ساتنې سره تړاو لري لكه: دروغ ویل، غیبت کول، لویي، او یا هغه چې ښو اخلاقو ته هڅوونه کوي لکه: پر حیواناتو شفقت، رښتیا ویل او داسې نور، د دې تشریح ځانګړتیا دا ده چې له يوه اړخه یې اسلوب اسان دی او له بله اړخه یې عبارتونه واضح دي، دا (تشریح) په یوه ځانګړي مېتود وړاندې کیږي چې د صحابي (د حدیث د راوي) په پېژندنې سره پېلیږي، بیا د لغتونو معنا تشریح کیږي، ورپسې په حدیث کې راغلي اړین احکام او لارښوونې له دلایلو او د علماوو له اقوالو سره بیانیږي او په پای کې یو لړ پوښتنې وړاندې کیږي چې (ځوابونه یې) ټول لوست په بر کې نیسي، او له مخې یې د زده کوونکو د پوهې کچه معلومیږي.
بسم الله الرحمن الرحيم
یوولسم حدیث: له کبر څخه ځان ساتل
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «جنت ته به هغه څوک داخل نه شي چې په زړه کې يې يوه ذره لويي وي. يو سړي وويل: بېشکه يوسړی خوښوي چې جامې يې ښايسته وي او څپلۍ يې ښايسته وي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل: پرته له شکه الله ښايسته دی، ښايست خوښوي، لويي له حق څخه انکار کول او د خلکو کم ګڼل دي». مسلم روایت کړی ([1]). او مُسلِم په خپل صحيح کې (1/93)، كتاب الإيمان، باب: تحريم الكبر وبَيانه کې په: (147) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن مسعود بن غافل الهذلي دی، د بعثت په پیل کې ایمان راوړی او د صحابه کرامو له لویو علماوو څخه و، په فقه کې زیات شهرت درلود، د شام په فتحه کې یې ګډون کړی. عمر رضي الله عنه کوفي ته ولیږه چې هلته خلکو ته دیني چارې وروښیي، بیا پرې عثمان رضي الله عنه امیر وټاکه، نوموړی د نبوي هجرت په دري دیرشم کال په مدینه منوره کې وفات شو رضي الله عنه.
د لغتونو معنا
لغت
معنا
مِثْقال ذَرَّةٍ مِن كِبْر
یعنې د ذرې د وزن په اندازه. دلته ترې مراد د کبر لږه اندازه ده.
بَطَرُ الحَقِّ
د کبر او غرور له امله له حق نه انکار کول.
غَمْطُ النّاسِ
د خلکو سپکاوی
د حدیث لارښوونې:
د کبر، پر خلکو ځان جیګ ګڼلو او هغوی ته د سپک لیدلو حراموالی.
اسلام د پاکۍ دین دی، پر مسلمان واجب دي چې کالي، ځان او ټول توکي یې پاک وي لکه: میز، کتابونه، کتابچې او داسې نور..
پر مسلمان واجب دي چې خپل زړه له هر ډول بغض، کینې، کبر او په نورو له ملنډو وهلو څخه پاک کړي؛ تر څو په ظاهر او باطن کې پاک شي.
پر مسلمان واجب دي چې د نورو احترام او عزت وکړي؛ د لویانو عزت او په کوچنیانو شفقت وکړي او هغه څه ورته خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي.
پر مسلمان د حق منل واجب دي؛ ځکه چې انکار کول ترې کبر دی.
د بحث پوښتنې:
س۱: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول تشریح کړه: " لا يَدْخُل الجنَّةَ مَن كان في قَلْبِه مِثْقال ذَرَّةٍ مِن كِبْر".
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
الله جل جلاله کبر نه خوښوي ( ).
خلک کبرجن انسان نه خوښوي ( ).
د کالیو، بدن او څپلیو پاکوالی د کبر نښه ده ( ).
د ښوونځي پر دیوالونو لیکل ښه منظر لري ( ).
س۳- اسلام ولې د تکبر څخه منع کړې ده؟
س۴- د کبرجن او عاجزي کوونکي تر منځ توپیر ووایئ.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۲: ښوونکي خپلو شاګردانو ته وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله عاجزي کوونکی و او عاجزي کوونکي یې خوښول، مهربان و، مهربان خلک یې خوښول، خپل امت ته یې خیر او هدایت خوښاوه.
زده کوونکي وویل: انسان څنګه کولی شي عاجزي کوونکی شي؟
ښوونکي وویل: دا یوه مهمه پوښتنه ده: دا عاجزي نده چې یو سړی خیرن کالي واغوندي او د بدن په پاکوالي کې تنبلي وکړي؛ بلکې له خلکو سره په سلام درلودلو، له هغوی سره په ورین تندي مخ کېدلو، خلکو ته ښېګڼې غوښتلو، پر مسکینانو زړه سوي او له اړمنو سره مرستې کولو کې عاجزي ده.
ښوونکی ولې زده کوونکو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په مثال کې وړاندې کوي؟
ولې له ښوونکي څخه د زده کوونکي دا پوښتنه مهمه وه؟
س۲- اسلام ولې په پاکوالي ټینګار کړی دی؟
س۳: ځینې مثالونه وښیئ چې د پاکوالي نه مراعتول په ګوته کوي([2]). ښوونکي ته: * ښوونکی باید زده کوونکو ته د قلبي ناروغیو په اړه یادونه وکړي لکه: کبر، حسد او کینه، او دا چې له دې ټولو ځان ساتل واجب دي، همدا رنګه دې ورته د کبر او عاجزۍ تر منځ توپير بیان کړي او دا چې ولې له کبر څخه منع راغلې ده. * ښوونکی باید زده کوونکو ته تشریح کړي چې د ځان پاکوالي او ښایسته کولو ته پاملرنه روا ده، خو چې اسراف پکې نه وي، ځکه د اسراف له امله کبر رامنځ ته کیږي.
دولسم حدیث: په اسلام کې د ښېګڼو ډېرې لارې.
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: ژباړه: «د انسان د غړو په هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخیژي او د دوو مخالفو کسانو تر منځه روغه جوړه کوي صدقه ده، او یو چا سره د هغه په سپرلۍ کې مرسته کول صدقه ده چې د هغه په سپرولو کې ورسره مرسته وکړي او یا ورسره د سپرلۍ په بارولو کې مرسته وکړي، او نېکه وینا صدقه ده او هر قدم چې د لمانځه لور ته یې پورته کوي صدقه ده او له لارې ضرري شیان لرې کول صدقه ده». بُخاري او مُسلِم روایت کړی.([3]) بخاري په كتاب الجهاد والسِّيَر، باب: مَن أَخَذ بالرِّكابِ ونحوِه، کې په (2989) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، مسلم دې ته په نږدې الفاظو په کتاب الزکاة، باب: بَيان أنَّ اسمَ الصَّدَقَة يَقَع على كلّ نَوْعٍ مِن المعروف کې روایت کړی، د حدیث شمیره (56)ده.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الرحمن بن صخر الدوسي رضي الله عنه دی، د هجرت په اووم کال؛ د خېبر د فتحې په کال زیږیدلی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې سخته ملګرتیا کړې ده، نوموړی هغه صحابي دی چې تر ټولو زیات حدیثونه یې روایت کړي دي، د نبوي هجرت په اووه پنځوسم کال وفات شوی دی، رضي الله عنه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
كلُّ سُلامى مِن النّاس عليه صَدَقَةٌ.
السلامی: د انسان د بدن غړي او بندونه، د انسان په هر غړي او بند صدقه ده چې باید ادا یې کړي.
يَعْدِل بين اثْنَيْن.
چې د دوو تر منځ سوله وکړي.
فَيَحْمِل عليها.
په بارولو کې ورسره مرسته کوي.
يُمِيطُ الأَذَى.
هر هغه څه لرې کوي چې خلکو ته ضرر رسوي لکه تیږه، چټلي او داسې نور.
د حدیث لارښوونې:
پر بنده ګانو د الله تعالی مهرباني چې کولی شي په اسانۍ سره نیکۍ ترلاسه کړي.
د الله تعالی په نعمتونو شکر ویستل واجب دي لکه: د بدن غړي او حواس.
د نورو سره د خېر په کارونو کې مرسته کول د الله تعالی شکر دی او مسلمان ته یې اجر ورکول کیږي.
د شخړه کوونکو او مخالفو وروڼو او ملګرو ترمنځ پخلاینه واجب ده.
هغه څه چې یو مسلمان ته پرې اجر ورکول کیږي او خلک یې خوښوي دا دي چې په ښو او نیکو الفاظو ورسره خبرې وشي.
هر قدم چې یو مسلمان یې د جومات لور ته اخلي په نیکیو کې یې زیاتوالی راولي او ګناهونه یې بښي.
له سرک، ښوونځي او داسې نورو ځایونو څخه د ضرري شي لرې کول د نیکیو د زیاتوالي لامل ګرځي.
د بحث پوښتنې:
س۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( كُلُّ سُلامَى مِن النّاسِ .......... ). حدیث له یادو بشپړ کړه؟
س۲- رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو عملونه یادونه وکړه چې انسان ته پرې اجر ورکول کیږي، درې عملونه یې وښیه.
س3- حدیث پر دې دلیل دی چې د الله تعالی فضل لوی دی، تشریح یې کړه.
د دوه شخړه کوونکو ملګرو تر منځ د سولې کولو حکم څه دی؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- د حدیث دوه ګټې بیان کړه.
س۲- احمد ځان او نورو ته خېر خوښوي، کله چې له خوبه راپاڅېده نو مسنون اذکار یې وویل، بیا د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته ولاړ، د سهار اذکار یې وویل، ورپسې یې د مور او پلار سره خدای په اماني وکړه څو ښوونځي ته د تللو لپاره چمتووالی ونیسي، دی ورته دعا کوي او د خدمت لپاره ترې مننه کوي، ښوونځي ته وختي حاضریږي او له فعالیت ډکه ورځ تیروي، د ښوونکو احترام کوي، که چېرته له خپلو ملګرو څخه داسې کومه کړنه وګوري چې ازاروي یې، په ټوله ارامۍ سره یې اصلاح کوي، همداسې ټوله ورځ تیروي، خپلې کورنۍ دندې لیکي، د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي او د خپلو کمزورو ګاونډیانو سره مرسته او همکاري کوي، د لارې له سر څخه زیانمن شیان لرې کوي، تر دې چې شپه شي، نو د لمانځه او وترو له کولو وروسته اذکار ووایي او ویده شي.
خو ملګری یې صالح داسې نه دی، ناوخته پاڅیږي، ناوخته ښوونځي ته ځي، مور او پلار غصه کوي، په مور او پلار چغې وهي، او مسنونه اذکار او نفلونه نه کوي.
د احمد د طريقې او د صالح د طريقې تر منځ پنځه توپيرونه وښیه.
د هر یوه د عمل پایله په دنیا او آخرت کې بیان کړه ( [4] ). ښوونکي ته: * پر بندګانو د الله تعالی د نعمتونو بیانول، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په شمار د نیکۍ لارې ښودلې دي، نو ښه به وي چې ښوونکی د ځینو نورو ښېګڼو لارې زده کوونکو ته وښي چې په حدیث کې ندي راغلي. * نورو ته ګټه رسول لویه مثبته چاره ده، نو ښوونکی باید د دې کار د ګټو په بیانولو او بېلابېلو لارو ښودلو سره دا روحیه په زده کوونکو کې وروزي.
دیارلسم حدیث: اور سره د لاس وهنې خطر
له ابو موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: په مدینه کې یو کور په اوسیدونکو وسوځید، کله چې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په اړه وویل شو، هغه وفرمایل: " إنَّ هذِه النّارَ إنَّما هي عَدُوٌّ لَكُم، فإذا نِـمْتُم فَأطْفِئوها عَنْكُم ". «یقینا دغه اور مو دښمن دی، نو کله چې ویده کېدئ، مړ یې کړئ». (دا حديث) بخاري او مسلم روايت کړی دی ([5]). بخاري په كتاب الاستئذان، باب: لا تُتْرَك النّار في البيت عند النَّوم کې په (6294) شمیره او مسلم په كتاب الأشرِبَة، باب: الأَمْر بِتَغْطِيَة الإناء کې (101) کې په (3/1596)، شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي.
د حدیث راوي:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن قیس الأشعري - رضي الله عنه - دی، په مکه کې یې اسلام راوړی او حبشې ته یې هجرت کړی، د عمر او عثمان رضي الله عنهما په خلافتونو کې د کوفې والي پاتې شوی، هلته یې خلکو ته قرآن کریم او فقه ورزده کړل، د ډیر ښکلي غږ درلودونکی و، د نبوي هجرت په دوه څلویښتم کال وفات شوی دی؛ رضي الله عنه.
د لغتونو معنا
لغت
معنا
فَلَمّا حُدِّثَ رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلَّم
یعنې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه خبر شو چې دوی ته ورپېښ شوي و.
د حدیث لارښوونې:
اسلام د خلکو د ځانونو او کورونو په خوندیتوب داسې ټینګار کوي لکه څنګه چې یې د دوی د عقایدو او اعمالو پر خوندیتوب کوي.
انسان باید له هر هغه څه څخه ځان وساتي چې په خپله د ده او یا د نورو لپاره زیانمن وي.
مسلمان باید له ویده کیدو مخکې خپل کور وڅاري او ګاز، اور، بخارۍ او داسې نور بند کړي.
مسلمان باید د هغه څه په وړاندې چمتووالی ولري چې د اور لګېدنې لامل ګرځي لکه: په کور او موټر کې اور وژونکي توکو ځای پر ځای کول.
په حدیث کې د اور پر وړاندې د بې پروایۍ یا له اور سره د لوبې کولو پر وړاندې خبرداری ورکړل شوی، برابره خبره ده که په کور کې وي یا بیرون او داسې نور، او په دې کې هغه اوري لوبې هم شاملې دي چې له امله یې لوی زیانونه رامنځه ته کیږي.
د بحث پوښتنې:
س۱- اور ولې زموږ دښمن دی؟
س۲- حدیث له اور سره د (بې ځایه) لاس وهنې څخه منع کړې، ځینې هغه کارونه وښیئ چې د اور سره پکې لوبې کیږي؟
س۳- په حدیث کې د اور له شر څخه د خوندیتوب لپاره کومه طریقه ذکر شوې ده؟
س۴- لاندې هغه جملې سمې کړئ چې سمون ته اړتیا لري:
د ماشومانو په مخ کې د لیټر (اورلګیت) سره لوبې کول ښه کار دی.
په کور کې اور وژونکي توکي ساتل اړین نه دي.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- له ویده کېدو وړاندې ولې اور وژنو؟
س۲- لاندې عبارت تشریح کړئ: له اور کارونې وروسته اور لګېدلی پرېښودل وګړو او کورنیو ته خطر پېښوي.
س۳- لاندې خالي ځایونه له هغو کلمو سره ډک کړئ چې تاسو ته سمې ښکاري:
له برق سره لوبې کول ...................... رامنیځ ته کوي، نو باید ..................................................... څخه ډډه وکړو ([6]). ښوونکې ته: * په کورونو، کوڅو او نورو ځایونو کې د اور سره د لوبې کولو خطر.
څوارلسم حدیث: پر حیواناتو مهرباني
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «يوې مېرمنې ته د يوې پېشو له امله عذاب ورکړل شو؛ چې بنده کړې يې وه، تر دې چې مړه شوه، نو له امله یې دوزخ ته لاړه، ځکه هغې پېشو بنده کړې وه، نه یې خوراک ورکاوه او نه څښاک او نه یې پرېښودله چې د ځمکې له ځځنده و څخه څه خوري». (دا حديث) بخاري او مسلم روايت کړی دی ([7]). بخاري په كتاب أحاديث الأنبياء کې په (3482) شمیره روایت کړی او مسلم په خپل صحیح کې (4/1760) په كتاب السَّلام، باب: تحريم قتل الهرَّة کې په (151) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن عمر بن الخطاب بن نفیل العدوي رضي الله عنهما دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته زیږیدلی، په ډیری غزاګانو کې یې ګډون کړی او یو له هغو کسانو څخه دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډیری حدیثونه روایت کړي او په خپلو ټولو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پيروۍ زیات حرصناک و، نوموړی د نبوي هجرت په درې اویايم كال په طایف کې وفات شوی، رضي الله عنه.
د لغتونو معنا
لغت
معنا
فَدَخَلَت فيها النّار
له امله یې اور (دوزخ) ته لاړه.
خَشاش الأَرْضِ
د ځمکې ځځنده.
د حدیث لارښوونې:
ژوي او الوتونکي (مرغان او حیوانات) د خدای تعالی مخلوق دي او پر خلکو حق لري.
د ژوو او الوتونکو له حقونو څخه:
له خوراک او څښاک څخه په بندولو یې له ازارولو او یا یې په بچیو له لوبو کولو باید ډډه وشي.
پر هغوی زړه سوی، خوراک او څښاک ورکول.
د حیواناتو حقونو ته پاملرنه جنت ته د اخلیدو لامل دی.
حیوان ازارول، له هغه څخه خوراک او څښاک منع کول دوزخ ته د تللو لامل دی.
د بحث پوښتنې:
س۱- په حدیث کې یاده مېرمن ولې دوزخ ته لاړه؟
س۲- د حیوان پر وړاندې تاته څه کول په کار دي؟
س۳- د حیوان ازارولو ځینې ډولونه وښیئ.
س۴- پر حیواناتو د ترحم ځینې ډولونه وښیه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- لاندې کلمې په مناسبو خالي ځایونو کې وکاروئ:
کاڼی - حیوان - تږی - اور - وږی.
کله چې یو ............. سپی وګورم نو اوبه ورکوم.
د ...................... ازارول ............................... ته د داخلیدو لامل ګرځي.
س۲- یو پلار خپل زوی ته مرغۍ واخیستې، په پنجره کې یې بنده کړه چې زوی یې ورته ګوري، او پرې غلی وي او د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر وکړي، او زوی یې ژمنه وکړه چې په خوراک او څښاک ورکولو به یې ښه ساتنه کوي، او همداسې و، تر دې چې یو وخت ټولې کورنۍ سفر وکړ، کوچني مرغۍ یې پرېښودې، کله چې دوی له سفر څخه راوګرځیدل، ګوري چې مرغۍ ټولې مړې شوې دي؟
هلک کوم غلط کارونه وکړل؟
هلک ته د سفر کولو پر مهال څه کول په کار و؟ ([8]). ښوونکي ته: * مؤمن پر ځان او نورو آن حیواناتو هم مهربان وي چې دا کار لویه معنا لري، او د دې مهربانۍ ښکارندویي کوي.
پنځلسم حدیث: د خوراک له ادابو څخه
له عمر بن ابی سلمة - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستۍ کې کوچنی ماشوم وم چې (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: (يَا غُلَامُ، سَمِّ اللهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ) ( اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه). مسلم روایت کړی ([9]). بخاري په: كتاب الأطعمة، باب: التَّسمِيَة على الطَّعام والأكلِ بِاليَمِين کې په (5376) شمیره روایت کړی، او الفاظ د همده دي. او مُسلِم په خپل صحیح کې په (3/1599)، كتاب الأشرِبة، باب: آداب الطَّعام والشَّراب وأحكامها کې په (108) شمیره روایت کړی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عمر بن سلمة بن عبد الأسد المخزومي - رضي الله عنه - دی چې د هجرت په دویم کال زیږیدلی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې روزل شوی دی، مور یې ام سلمة د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، علي بن ابی طالب رضي الله عنه د بحرین امیر ټاکلی و ([10]) ، نوموړی په مدینه منوره کې د نبوي هجرت په درې اتیایم کال وفات شوی. رضي الله عنه. پخوا الأحساء او خواوشا سیمو ته ویل کېده.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
يا غُلام
غلام: وړوکی هلک.
في حِجْرِ رَسولِ اللهِ صلَّى الله عليه وسلَّم
یعنې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې روزل شوی.
تَطِيش
په هر ځای کې لاس وهل او په خپله مخه بسنه نه کول.
الصَّحْفَة
یو لوښی چې خواړه پکې ایښودل کیږي، د قاب په څېر.
د حدیث لارښوونې:
خوراک او څښاک د الله جل جلاله له لورې پر بنده ګانو ستر نعمت دی چې باید د الله تعالی شکر پرې ادا کړي.
مسلمان باید له خوراک پیل کولو مخکې: (بسم الله) ووایي.
پر مسلمان واجب دي چې په ښي لاس خوراک وکړي، او د څښاک پر مهال لوښی په ښي لاس ونیسي.
کله چې مسلمان وغواړي خوراک او څښاک وکړي، نو له خپلې نږدې مخې دې خوراک وکړي.
په خوراک لوبې کول پر نعمت د شکر ویستلو خلاف عمل دی.
مسلمان باید نورو ته هم د خوراک او څښاک آداب وښیي.
د بحث پوښتنې:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم څه شي ته د عمر بن ابی سلمه رضي الله عنه لارښوونه وکړه؟
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
په کثافاتو کې خواړه غورځول د الله تعالی پر نعمت شکر ویستل دي ( )
فقیرانو او مسکینانو ته پاتې شوي خواړه ورکول د الله تعالی شکر ادا کول دي ( )
په چپ لاس خوراک کول روا دي ( )
س۳- مسلمان به د خوراک پېلولو پر مهال څه وایي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
محمد خپل پلار ته وویل: موږ نن ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث ولوست چې د خوراک ځینې آداب پکې دي.
موږ ترې زیاته ګټه واخېسته، او پلاره زه ډیر لیواله یم چې ستا څخه د خوراک پرمهال نور آداب هم واورم.
پلار وویل: زویه الله تعالی دې برکتي کړه، زه به درته ځینې آداب ووایم لکه: پدې اقرار وکړې چې دا د الله تعالی له لورې یو نعمت دی، هغه رزق ورکوونکی او عزتمند ذات دی او باید بسم الله ووایې، د اړتیا په اندازه خوراک وکړې، کله دې چې ډوډۍ وخوړه د الله تعالی ستاینه وکړه او شکر یې ادا کړه او داسې ووایه چې: الحمدُ لله الذي أَطْعَمَنا وكَسانا ورَزَقَنا مِن غَيْرِ حَوْلٍ منّا ولا قُوَّة. (هغه الله لره ستاینه ده چې موږ ته یې خوراک او پوښاک راکړل او موږ ته یې رزق راکړ پرته له دې چې کوم حرکت وکړو او یا ځواک ولرو). محمد وویل: پلاره که چېرته مې د خوراک په پېل کې (بسم الله) هېره شوه بیا څه وکړم؟ پلار یې وویل: بیا ووایه: (بسمِ اللهَ أولَّه وآخِرَه) یعنې پېل او پای د الله په نوم.
1- هغه آداب په ګوته کړه چې مسلمان يې بايد د خوراک او څښاک پر مهال مراعت کړي.
س۲- درې غلطیانې وښیه چې ځینې خلک یې د خوراک او څښاک پر مهال کوي ([11]). ښوونکي ته: * ښوونکی باید د خوراک او څښاک آداب په لنډه توګه بیان کړي، زده کوونکو ته یې وړاندې کړي، همدارنګه د نعمتونو قدر او احترام، ځکه دا د نعمتونو د پاتې کیدو او شکر ویستلو لامل ګرځي.
شپاړسم حدیث: د پرنجي له ادابو څخه
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله چې په تاسو کې چا پرنجی وکړ نو: (الحمد لله) یعنې : الله لره ستاینه ده. دې ووایي، ورور او یا ملګری دې ورته: (یرحمک الله) یعنې : الله دې پر تا رحم وکړي. ووایي. کله چې ورته هغه (یرحمک الله) وویل: نو دا دې ورته ووایي: (یهدیکم الله و یصلح بالکم) یعنې: الله دې تاته هدایت وکړي او ستا حال دې سم کړي. بخاري روایت کړی ([12]). بخاري په: كتاب الأدب باب: إذا عَطس كيف يُشَمَّت کې په:(6224) شمیره، او أبو داود په: السُّنَن کې په باب: ما جاء في تَشْمِيت العاطِس، کې په (5033) شمیره روایت کړی دی.
رواي پېژندنه:
په دولسم حدیث کې یې پېژندنه تېره شوې ده.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
بالَكُم
حال ستاسو
د حدیث لارښوونې:
زموږ د حنیف دین یوه ځانګړنه دا ده چې د الله تعالی ذکر ته یې له ټولو حالاتو سره تړاو ورکړی دی لکه: پرنجی.
د پرنجي کوونکي لپاره سنت طریقه دا ده چې له پرنجي وروسته: (الحمد لله) ووایي.
کله چې چا پرنجی واورید او هغه شخص الحمد لله وویل نو د رحمت دعا دې ورته وغواړي او ودې وایي: (یرحمک الله) یعنې الله دې پر تا رحم وکړي.
سنت طریقه دا ده چې کله پرنجی کوونکي له یو چا څخه واوریدل چې ورته وایي (یرحمک الله) نو دی دې ورته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي.
دا دعاګانې د مسلمانانو ترمنځ مینه او یووالی رامنځته کوي.
د بحث پوښتنې:
س۱- کله چې څوک پرنجی وکړي څه به وایي؟
س۲- له پرنجي وروسته ولې (الحمد لله ) ویل کیږي؟
س۱- د حدیث دوه ګټې بیان کړه.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- که څوک د چا پرنجی واوري نو څه به وايي؟
س۲ (بالکم) څه معنا؟
س۳- د دې حدیث یوه ګټه دا ده چې پرنجي کوونکي ته دعا کول د مسلمانانو تر منځ د محبت لامل ګرځي، پدې څنګه پوه شوې؟( [13] ). ښوونکي ته: * د ښوونکي لپاره ښه ده چې په بېلا بېلو وختونو، حالاتو او ځایونو کې د اذکارو ویلو له لارې د شاګردانو په ذهنونو کې د الله تعالی سره اړیکه پیاوړي کړي، او د دې اذکارو ګټې او له پرنجي کولو وروسته په الحمد لله کې شرعي حکمت ورته بیان کړي. د معلوماتو لپاره دابن القیم الجوزي رحمه الله کتاب: الوابل الصیب ته مراجعه وکړئ.
اوولسم حدیث: رښتیا ویلو ته هڅول او له درواغ ویرول.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښوونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښوونه کوي، او یو سړی تر هغه پورې رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي چې د الله پر وړاندې ریښتینی ولیکل شي. او له درواغو ځان وساتئ، ځکه چې درواغ مو بې لاریتوب ته بولي، او بې لاریتوب دوزخ ته بلنه ورکوي او یو انسان تر هغه پورې درواغ وایې او د درواغو پسې ګرځي چې د الله تعالی پر وړاندې درواغجن ولیکل شي». بُخارِي او مُسْلِم روایت کړی دی [14]. بخاري په: كتاب الأدب، باب: قَوْلِ اللهِ تعالى: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) وما يُنْهَى عن الكَذِب، کې په: (6094) شمیره روایت کړی دی او مسلم په خپل صحيح کې (4/2013) په: كتاب البِرِّ والصِّلَة والآداب، باب: قُبْح الكَذِب وحُسْن الصِّدْق کې په (105) شمیره روایت کړی، او الفاظ د همده دي.
راوي پېژندنه:
په یوولسم حدیث کې یې پېژندنه تېره شوه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
يَهْدِي
لارښوونه کوي او وصلوي.
البِرّ
د هرې ښېګڼې او نیکۍ لپاره یو جامع اسم دی.
يَتَحَرَّى
لټوي.
الفُجُور
له حق او نېغې لارې څخه کږېدل.
د حدیث لارښوونې:
ریښتیا ویل یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان ښېګڼې او فضیلت ته رسوي، او درواغ یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان بدۍ او سپکوالي ته رسوي.
په وینا کې ریښتینولي مسلمان الله تعالی او خلکو ته ګرانوي، او ریښتینولي یې جنت ته رسوي.
څوک چې په وینا او کړنو کې دروغجن وي د الله تعالی او د انسانانو بدي شي او دا عمل یې دوزخ ته رسوي.
رښتیا یې خاوند په دنیا او اخرت کې ژغوري، او درواغ یې خاوند په دنیاو او اخرت کې هلاکت ته ورغورځوي.
مسلمان باید په ویناوو او کړنو کې ریښتینی اوسي تر دې چې ریښتیا ویل یې خوی وګرځي.
مسلمان باید په وینا او کړنو کې له درواغو ځان وساتي تر څو یې دروغ خوی ونه ګرځوي.
د بحث پوښتنې:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( علیکم بالصدق...)) حدیث له یادو پوره کړه.
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
ریښتیا ویل په دینا او اخرت کې د خلاصون لار ده ( ).
درواغ ویل درته هغه مهال روا دي چې موخه دې د خلکو خندول وي ( ).
پر ملګرو دروغ ویل باک نه لري ( ).
په وینا او کړنو کې ریښتیا ویل الله ته خوښ عمل دی ( ).
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک غزا لپاره صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د چمتووالي خبر ورکړ، خو یو شمیر خلک د بېلابېلو عذرونو له امله پاتې شول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام یې راوګرځیدل، نو هغه پاتې خلک د عذر کولو لپاره راغلل، خو ډیرو یې له ځانه داسې عذرونه وویل چې رښتیا نه وو تر څو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم معذور وګڼي، په دوی کې درې تنه داسې راغلل چې ريښتیا یې وویل او اقرار یې وکړ چې کوم عذر نه لري، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: (1) [التَّـوبَة: 118].
الله تعالی هغه درې کسانو ته په څه نجات ورکړ چې جنګ ته له تللو پاتې شوي وو؟
د تبوک له جګړې څخه د ځينو پاتې شوو کسانو د عذرونو لامل څه و؟
س۲- خالي ځایونه په لاندې مناسبو کلمو ډک کړئ:
الله - ګران - حیوانات - ریښتیا - خلک - بد - اور.
کله چې ښوونکی له زده کوونکي پوښتنه وکړي نو باید ............. ځواب ورکړي.
په وینا کې ریښتینی خلکو ته ............. وي.
درواغ ویل حتی پر ............... روا ندي.
یو مسلمان باید په صادقانه توګه له .............. او ........... سره چلند وکړي.
هـ - درواغ ویل یو ............. صفت دی .([15]). ښوونکي ته: * ریښتیا ویل په هر حالت کې وي: د الله تعالی سره په عبادت کې، د مور او پلار سره په سلوک کې، په عمومي توګه له خلکو سره، او په وینا او عمل کې، همدا رنګه به په درواغو کې هم وي (یعنې ځان به ترې ژغوري) نو ښوونکي ته په کار دي چې دا لوی معناګانې زده کوونکو ته تشریح کړي.
اتلسم حدیث: د غیبت حرام والی
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( آیا پوهیږئ چې غیبت څه دی؟) هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: (مسلمان) ورور دې په هغه څه سره یادول چې هغه یې بد ګڼي). وویل شو: خبر راکړه که چېرته زما په ورور کې هغه څه وي چې زه یې وایم؟ هغه وفرمایل: ( که چیرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې یې وکړ، او که پکې نه وي نو تور دې پرې پورې کړ ). مُسلِم روایت کړی دی ([16]). مسلم په خپل صحیح کې (4/2001) په: كتاب البِرّ والصِّلَّة والآداب، باب: تحرِيم الغيبة کې روایت کړی، د حديث شمیره: (70).
راوي پېژندنه:
په دولسم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
أَفَرأَيْت
خبر راکړه.
بهَتَّه
په هغه څه سره دې یاد کړ چې په هغه کې نه وي.
د حدیث لارښوونې
د مسلمانانو عزت ته درناوی ساتل واجب دي.
مسلمان باید د نورو له عیب ویلو څخه ځان وساتي، که څه هم په هغوی کې وي.
د غیبت او تور پورې کولو حرمت.
غیبت او تهمت د خلکو تر منځ د کینې، دښمنۍ او کرکې لامل ګرځي.
مسلمان باید خلکو ته هغه څه ووایي چې دی یې د ځان لپاره خوښوي چې خلک یې پرې یاد کړي.
د بحث پوښتنې:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( أَتَدْرونَ ما الغِيبَة ... )) حدیث له یادو بشپړ کړه.
س۲- ولې پر مسلمان واجب دي چې د نورو له عیب ویلو ډډه وکړي؟
س۳- حدیث پر دې دلیل دی چې د مسلمانانو د عزتونو احترام واجب دی. پدې څنګه پوه شوې؟
س۴- (که چیرته په یو چا کې عیب وي نو ویل یې روا دی) دا عبارت صحیح کړه.
د کورنۍ دندې پوښتنې:
س۱- غیبت کول څه حکم لري؟
س۲- دا قول تشریح کړه :( وإن لم يَكُن فيه فَقَد بهَتَّه ).
س۳- لاندې عبارتونه ستاسو په اند په مناسبو کلمو سره بشپړ کړئ.
غیبت کول یو ................ صفت دی چې ډډه کول ترې واجب دي.
پر خلکو دروغ ویل له ........................... اخلاقو څخه دي.
یو څوک دې ولیده چې د یو چا غیبت کوي نو پر تا لازم دي چې ...................([17]). ښوونکي ته: * غیبت، چغلي او تهمت پورې کول له ناوړه اخلاقو څخه دي چې خپله ترې ځان ساتل واجب دي او په نورو خلکو هم ټینګار په کار دی چې ځان ترې وساتي. * پر یو مسلمان یې د ورور د حقونو بیانول، له هغه سره کینه نه ساتل او له عزت څخه یې ساتنه کول.
نولسم حدیث: د سلام فضیلت او په خپرولو یې امر
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: کوم اسلام غوره دی؟ هغه وفرمایل: ( تُطْعِم الطَّعامَ، وتَقْرَأُ السَّلامَ على مَن عَرَفْتَ ومَن لم تَعْرِف ). «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې». (دا حديث) بخاري او مسلم روايت کړی دی ([18]). بخاري په خپل صحیح (1/9)، كتاب الإيمان باب: إطعام الطَّعام مِن الإسلام کې په : (12) شمیره روایت کړی. او: مسلم په خپل صحیح کې: (1/65)، كتاب الإيمان، باب: بَيان تَفاضُل الإسلامِ وأيّ أُمورِه أَفْضَل کې په (63) شمیره روایت کړی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الله بن عمرو بن العاص بن وائل السهمي القرشي -رضي الله عنهما- دی، له خپل پلار عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه یې مخکې اسلام راوړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په ډیری غزاګانو کې ګډون کړی دی، ډیری حدیثونه یې روایت کړي، نوموړی د نبوي هجرت په پنځه شپېتم کال کې وفات شوی دی.رضي الله عنه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
أيّ الإسلامِ خَيْر
د اسلام کوم خویونه غوره دي.
تَقْرَأُ السَّلامَ
ووایې: السلام علیکم
د حدیث لارښوونې:
د هغه څه په اړه د صحابه کرامو رضي الله عنهم د سوال کولو ټینګار چې الله تعالی ته یې نږدې کوي.
پر فقیرانو او مسکینانو صدقه کول او هغوی ته خوراک ورکول له غوره عملونو څخه دي؛ ځکه پدې کې په ښېګڼې کولو او د خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري ده. او ځکه چې دا د مسلمانانو تر منځه محبت پيدا کوي.
په کار ده چې څوک په مجلس، کور، ټولګي، کوڅه او داسې نورو ځایونو کې له چا سره مخ شي نو د : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته په ویلو سره دې پرې سلام واچوي.
د : " السَّلام عليكم ورحمَة اللهِ وبَركاتُه " ویل بشپړ سلام دی، او که یوازې یې: السَّلام عليكم وویل هم ورته بسنه کوي.
سلام په دنیا او جنت کې د مسلمانانو ښه راغلاست دی، نو په بل څه سره یې بدلول روا نه دي.
مسلمان ته په کار دي چې اشنا او نا اشنا ته سلام واچوي.
سلام د خلکو تر منځ مینه، ورورولي او محبت زیږوي او له زړونو څخه یې کرکه او کینه لرې کوي.
د بحث پوښتنې:
س۱- حدیث په دې دلالت کوي چې صحابه کرام د نیکیو کارونو ته لیواله وو. دا تشریح کړه.
س۲- د سلام لپاره بشپړ الفاظ کوم دي؟
س۳- یو ملګري ته دې زنګ وواهه، نو لومړی ورته څه وایې؟
س۴- آیا بسنه کوي چې ښوونکي ته دې سهار مهال د السلام علیکم پر ځای سهار مو په خېر ووایې؟ او ولې؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- په جنت کې د مسلمانانو سلام څه دی؟
س۲- ولې خواړه ورکول د اسلام له غوره اعمالو څخه دي؟
س۲ - په حدیث کې هغه کړنې په ګوته کړه چې د مسلمانانو تر منځه مینه پیدا کوي.
س۴ - د سلام ګټې وښیه ([19]). ښوونکي ته : *د سلام د ګټو بیانول، او دا چې د مینې او محبت د زیاتېدو او د کینې د له منځه تللو لامل ګرځي. *د خوراک ورکولو بیلګې چې په رښتیا یې کول شونی کار دی.
شلم لوست: د کښت او کر فضیلت
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «هیڅ مسلمان یوه ونه نه کینوي او یا کښت نه کري، چې له هغه څخه مرغۍ، انسان یا حیوان خوراک وکړي، مګر دا چې د هغه لپاره به صدقه وي». (دا حديث) بخاري او مسلم روايت کړی دی ([20]). بخاري په خپل صحيح کې (3/66) په: كتاب الحرث والمزارعَة، باب: فَضْل الزَّرع والغرس إذا أكل منه کې په (2320) شمیره روایت کړی. او مسلم په خپل صحیح کې (3/1189)، كتاب المساقاة، باب: فَضْل الغَرْس والزَّرع کې په (12) شمیره روایت کړی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي أنس بن مالک الأنصاري - رضي الله عنه - دی، مور یې ام سُلیم په لس کلنۍ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راووست او ورته یې وویل: ای د الله رسوله دا انس هلک به ستا خدمت کوي، نو قبول یې کړ او دعا یې ورته وکړه.
ویې فرمایل: ژباړه: «ای الله مال او اولاد یې زیات کړه او جنت ته یې داخل کړه»([21]). ډیری حدیثونه یې روایت کړي او هغه وروستی صحابي دی چې په بصره کې وفات شوی دی، نوموړی د نبوي هجرت په درې نويم کال وفات شوی دی، رَضِي اللهُ عنه وأرضاه. أنس رضي الله عنه ویلي: «ما د خپلو اولادونو له اولادونو پرته چې زما له شا دي، ۲۵ ا ښخ کړي دي (یعنې زما مخکې مړه شوي دي) او زما ځمکې په کال کې دوه ځلې فصل کاوه» وګورئ: الإصابَة لابن حجر (1/42).
د لغتونو معنا:
لغت
معنا یې
بَهِيمَة
څاروی
صَدَقَة
اجر او ثواب
د حدیث لارښوونې:
اسلام د ونو او خرماوو په کینولو ټینګار کوي؛ ځکه چې په ونو کې میوې، ښکلا او سیوری دی.
په کښت کې ځکه اجر دی چې انسانان، حیوانات او مرغان ترې ګټه اخلي.
مسلمان ته په کار دي چې له ونو څخه ساتنه وکړي تر دې چې ګټه ترې واخېستل شي.
د یو مسلمان لپاره د داسې ونې پرې کول چې خلکو او څارویو ته ګټه رسوي، بې ځایه کار دی.
مسلمان باید د هر هغه عمل د ترسره کولو کوښښ وکړي چې د ثواب لامل ګرځي او له هر هغه عمل څخه ځان وساتي چې له امله یې ګناهکاریږي.
د بحث پوښتنې:
س۱- له "البهیمة" څخه مراد څه شی دی؟
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
دا ښه ده چې په خپلو کورونو کې ونې وکرو ( ).
د مسلمان لپاره دا ښه کار دی چې هغه ونه پرې کړي چې خلک یې سیوري ته کیني ( ).
د ونو کېنول د ملتونو پر پرمختګ ښکارندوی کوي ( ).
س۳ - کله چې یو څوک وګوري ونه پرې کوي نو تاته څه کول په کار دي؟([22]). ښوونکي ته: *اسلام یو بشپړ دین دی، هر هغه څه ته پاملرنه کوي چې ژوند ته وده ورکوي، دا یوه لویه معنا ده او په کار ده چې د ځوانانو په روان کې ځای ورکړل شي* په کار ده زده کوونکي پر دې پوه شي چې حیوانات هم لکه د انسانانو په څېر حقونه لري.
لړلیک
یوولسم حدیث: له کبر څخه ځان ساتل
دولسم حدیث: په اسلام کې د ښېګڼو ډېرې لارې
دیارلسم حدیث: اور سره د لاس وهنې خطر
څوارلسم حدیث: پر حیواناتو مهرباني
پنځلسم حدیث: د خوراک ځینې آداب
شپاړسم حدیث: د پرنجي ځینې آداب
اوولسم حدیث: رښتیا ویلو ته هڅول او له درواغ ویرول.
اتلسم حدیث: د غیبت حرمت
نولسم حدیث: د سلام فضیلت او پر دودولو یې امر.
شلم حدیث: د کښت او کر فضیلت.
Related books
All books
المناهج التعليمية - الصف الأول
المناهج التعليمية - الصف الثاني
المناهج التعليمية - الصف الثالث
المناهج التعليمية - الصف الرابع