أحكام الهدي والأضاحي والتذكية

أحكام الهدي والأضاحي والتذكية

د هدیې، قربانۍ او ذبحې احکام

Language: lang_ps
Prepared by: د مسجدالحرام او مسجد النبوي د ديني چارو د ریاست علمي کمیټه
Version: 1.2
Translations 18
Amharic Bengali English Persian +14
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د هدیې، قربانۍ او ذبحې احکام

مقدمه

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن استنَّ بسنته، واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:

دا یو لنډ پېغام دی چې د مسلمان لپاره پکې د هدیې، قربانۍ او ذبحې احکام بیان شوي دي، موږ دا د حرمینو شریفینو زیارت کوونکو ته راټول کړي تر څو د خپل دین په اړه پوهه او بصیرت ولري، له کريم او منان ذات؛ الله تعالی څخه هيله لرو چې دغه رساله ګټوره او د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، بېشکه هغه تر ټولو غوره هغه ذات دی چې سوال ترې کېږي او تر ټولو سخي ذات دی چې هيله ترې کیږي.

د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه

د هدیې او قربانۍ احکام

هدي: هر هغه څاروی او یا بل څه ته ویل کیږي چې د حرم لپاره ډالۍ کیږي او پکې حلالیږي لکه اوښان او داسې نور؛ دا نوم ځکه ورکړل شوی دی چې د الله سبحانه تعالی لپاره د ډالۍ په توګه وړاندې کېږي.

أضحية (د همزې په ضمې او کسرې سره): هغه څه چې د اختر په ورځ او د تشریق په ورځو کې الله تعالی ته د تقرب لپاره ذبح کېږي.

ټولو مسلمانانو د دې دواړو په مشروعیت اجماع کړې ده.

تر ټولو غوره هدي: اوښان او بیا غواګانې دي پدې شرط چې ټوله (پوره) ډالۍ شي؛ د لوړې بیې او غوښې د ډېروالي له امله چې غریبانو ته یې ګټه رسېږي، بیا پسونه.

د هر ډول څاروي څخه غوره هغه دی چې چاغ او ښه وي، بیا هغه چې قیمت یې ډېر وي؛ د الله تعالی د دې وینا پر اساس: ژباړه: (دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه ده.) [سورة الحج: 32].

او په پسونو کې یوازې جذع منل کیږي؛ جذع هغه دی چې شپږ میاشتنی وي، او له نورو څارویو (اوښانو، غواګانو او وزو) څخه ثنیه شرط دی، ثنیه په اوښانو کې: هغه ده چې پنځه کاله یې پوره وي، او په غواګانو کې ثنيه هغه ده چې دوه کاله یې پوره وي. او په بزو کې ثنيه هغه ده چې يو کال یې پوره کړی وي.

او په هدی کې پسه د یو کس لپاره بسنه کوي، خو په قربانۍ کې پسه د یو کس او د هغه د کورنۍ لپاره کافي دی، او په هدي او قربانۍ کې یو اوښ یا یوه غوا د اوو کسانو لپاره بسنه کوي؛ د جابر بن عبدالله رضي الله عنهما د حدیث پر اساس چې وایي: «موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د حدیبیې په کال کې یو اوښ د اوو کسانو او یوه غوا د اوو کسانو له خوا ذبحه کړل». او په بل لفظ کې: «موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حج ته لاړو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر وکړ چې په هر اوښ او غوا کې دې اوه کسان سره شریک شي». او په بل لفظ کې راځي: «موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حج ته لاړو، نو موږ یو اوښ د اوو کسانو له خوا او یوه غوا د اوو کسانو له خوا ذبحه کړل». [1] مسلم روایت کړی دی.

د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه د حديث له مخې، کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه: د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې قرباني څنګه کېدله؟ نو هغه وويل: "یو سړي به د ځان او خپلې کورنۍ له خوا یو پسه قرباني کاوه، نو له هغه به یې خوړله، او نورو ته به یې هم غوښه ورکوله، تر دې چې خلکو ځان ښودنه پیل کړه او هر څه هغه ډول شول لکه څنګه چې ته ګورئ" [2]. [2] ترمذي او ابن ماجه روایت کړی.

او پسه د اوښ یا غوا له اوومې برخې څخه غوره دی.

یوازې هغه څاروی چې له ناروغۍ، معلوليت یا کمزورۍ څخه سالم وي، د قربانۍ او هدې لپاره جايز دی؛ نو په هغه څاروي قرباني نه کیږي چې یوه سترګه یې چوپه وي او ښکاره ړوندوالی ولري، او په پوره ړنده هم قرباني نه کیږي، او په ډنګره؛ هغه چې هډوکي یې پوچ وي او ماغزه ونلري، ګوډه چې د روغو سره تګ نشي کولی، او کنډاسه چې مخکیني غاښونه یې له بیخه وتلي وي، او وچه چې غولانځه یې د زوړوالي له امله وچه شوې وي، او ناروغه چې ناروغي یې په څرګنده توګه ښکاره وي، دلیل یې د براء بن عازب رضی الله عنه حدیث دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په منځ کې ودرېد او ویې فرمایل: "په قرباني کې څلور شیان جائز نه دي: هغه څاروی چې ښکاره ړوندوالی ولري، هغه څاروی چې څرګنده ناروغي ولري، هغه چې څرګند ګوډوالی ولري، او هغه څاروی چې شیدې نه کوي" [3]. [3] ابو داود، ترمذي، نسائي او ابن ماجه روایت کړي.

امام ترمذي رحمه الله وایي: "او پر همدې د اهل علمو عمل دی" [4]. [4] ترمذي روایت کړی.

د تمتع هدیه او د قربانۍ د ذبحې وخت د اختر له لمانځه څخه وروسته پیلېږي او د تشریق تر وروستیو ورځو پورې دوام لري، د صحیح قول پر بنسټ.

که چېرته د تمتع یا قران هدي وي، او یا قرباني وي، نو مستحب ده چې یوه برخه وخوري، یوه برخه ډالۍ کړي او یوه برخه یې صدقه ورکړي؛ د الله تعالی د دې وینا پر اساس: (نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ). [سورة الحج: 28].

د جبران د هدې په اړه، کومه چې: د احرام د ممنوعه اعمالو د ترسره کولو یا د واجب پرېښودلو له امله کیږي؛ له هغې څخه باید هېڅ و نه خوري.

او څوک چې غواړي قرباني ورکړي؛ نو کله چې د ذوالحجې لومړۍ لسیزه پیل شي؛ تر هغه چې قرباني یې نه وي کړی، له خپلو ويښتانو او نوکانو څخه دې هيڅ شی نه اخلي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر اساس: "هر کله چې د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې پیل شي او ستاسو څخه څوک قرباني کول غواړي، نو تر هغه چې قرباني یې نه وي کړي، باید له خپلو ویښتانو او نوکانو څخه وانخلي" [5] [5] مسلم روایت کړی.

که څوک د دې څخه کوم یو ترسره کړي، نو د الله تعالی څخه دې بخښنه وغواړي، پرته له دې چې کومه کفاره پرې وي.

د هدې، قربانۍ او د نورو څارویو د حلالو طریقه په لاندې ډول ده:

۱- ذبح کوونکی باید مسلمان، هوښیار او عاقل یا کتابي وي، ذبح کوونکی باید د ذبحې نیت ولري، او له الله تعالی پرته بل چاته ذبح ونه کړي، د ذبحې او نحر په وخت کې "بسم الله" ووايي، د حلالولو وسیله تیزه وي، نه دا چې د غاښ یا نوک څخه جوړه شوې وي، او وینه باید پر خپل ځای و بهېږي، ذبح کوونکی باید شرعي اجازه ولري (یعنی د ذبحې اجازه ولري). [6]. [6] أحكام الأضحية د علامه محمد بن عثيمين، (مخ 56 – 87).

۲- غوره قرباني باید انتخاب کړي، او د بشپړې او ښې قربانۍ کوښښ وکړي؛ ځکه چې " رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه سپین، ښکرور او غټ پسونه قرباني کړل، دواړه یې په خپلو لاسونو حلال کړل، د الله نوم یې پرې واخېست، بسم الله یې وویله او خپله پښه یې د هغوی پر ورمېږونو کېښوده" [7]. [7] بخاري، او مسلم روایت کړي.

۳- له (څاروي) سره د احسان کولو په موخه هغه څه وشي چې د حلالې پر مهال ډیر ونه ځوریږي لکه: د حلالې لپاره تېزه چاړه کارول، او په زوره او چټکۍ سره یې په مرۍ تېرول؛ ځکه موخه دا ده چې ژر یې ساه په بشپړه توګه وویستل شي پرته له دې چې وربړیږي؛ دلیل یې د شداد بن اوس رضي الله عنه حدیث دی چې وایي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دوه خبرې یادې کړي دي چې فرمایلي یې دي: «الله تعالى په هر شي نرمي کول فرض کړي دي، نو کله چې وژنه کوئ، په ښه توګه وژنه وکړئ، او کله چې ذبح کوئ، په ښه توګه ذبح وکړئ، خپله چاړه تېره کړئ، او خپلې ذبيحې ته ارامي ورکړئ» [8]. [8] مسلم روایت کړی.

او د څاروي په مخ کې چاړه تېره کول مکروه دي؛ له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې وایي: «نبي صلى الله عليه وسلم حکم کړی چې چاړه تېره کړئ، او له څارویو څخه یې پټه وساتئ، او فرمايلي یې دي: "کله چې ذبح کوئ، پوره چمتوالی ونیسئ» [9]. [9] احمد، او ابن ماجه روایت کړي دی.

۴- که قرباني اوښ وي؛ نو په ولاړه یې حلال کړئ چې کیڼ لاس یې تړلی وي؛ دلیل یې د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما حدیث دی: «هغه يو سړی ولیده چې خپل د قربانۍ اوښ یې د حلالولو لپاره په ګونډو کړی و، نو ورته یې وويل: "ویې دروه په داسې حال کې چې تړل شوی وي، ځکه دا د محمد صلى الله عليه وسلم سنت دي" [10]. [10] بخاري، او مسلم روایت کړی.

۵- که قرباني له اوښ څخه پرته بل څه وي، نو پر کیڼ اړخ يې څملوي او په ورمېږ یې پښه ږدي؛ تر څو په ښه توګه ذبحه ترسره شي؛ دلیل یې د انس رضي الله عنه حدیث دی چې وایي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله» [11]. [11] بخاري او مسلم روایت کړی دی.

۶- د ذبحې او نحر پر مهال بسم الله ویل واجب دي، دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې پر هغې د الله نوم یاد شوی وي، كه چېرې تاسو د هغه پر آیتونو آیمان درلودونکي یاست. [سورة الأنعام: 118]، او د الله تعالی دغه وینا: او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې پر هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق او نافرماني ده او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ. [سورة الأنعام: 121]، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه وینا: «هغه (څاروی) چې وينه يې جاري شي او د الله نوم پرې واخیستل شي، نو هغه وخورئ، پرته له دې چې د غاښ یا نوک په وسيله ذبح شوی وي» [12]. [12] بخاري او مسلم روایت کړي.

او تکبیر «الله اکبر» سره له تسمیې (بسم الله) ویل مستحب دي؛ د جابر رضي الله عنه د حديث له مخې چې وایي: زه په لوی اختر کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په مصلی کې حاضر وم، کله يې چې خطبه پای ته ورسوله، له منبر څخه راښکته شو يو نر پسه ورته راوړل شو، رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه په خپل لاس ذبح کړ او وېې فرمايل: "بسم الله والله اکبر، دا زما او د هغه چا له خوا دی چې زما په امت کې یې قرباني نه وي کړي"[13]. [13] ابو داود، او ترمذي روایت کړي، او الباني صحیح بللی.

۷- د ستوني، مرۍ او دوه رګونو (ودجينو) پرې کول او د وينې بهېدل: امام ابن باز رحمه الله وايي: «د اوښانو، غوایانو او پسونو شرعي ذبح درې حالتونه لري:

لومړی حالت: ذبح کوونکی ستونی، مرۍ او دواړه ودجين (رګونه) پرې کوي، چې دا تر ټولو بشپړه او غوره ذبحه ده، که دا څلور شيان پرې شي؛ نو د ټولو علماوو په نزد دغه ذبحه حلاله ده.

دویم حالت: حلقوم، مرۍ او يو ودج (رګ) پرې کول، دا هم حلال؛ صحيح او پاک دی، که څه هم د لومړي حالت څخه ښکته دی.

دریم حالت: یوازې ستونی او مرۍ پرې کول، پرته له ودجينو (دوه رګونو) څخه، چې دا هم صحيح دی، او یو شمېر علماوو قبول کړی دی، د هغوی دلیل د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه حديث دی: «هغه (څاروی) چې وينه يې وبهیږي او د الله نوم پرې واخیستل شي، نو هغه وخورئ، پرته له هغه چې د غاښ یا نوک په وسيله ذبحه شوی وي»[14]، او په دې مسئله کې همدا راجح دی» [15]. [14] بخاري او مسلم روایت کړي. [15] وګورئ: مجموع فتاوى ابن باز (18/ 26).

له الله تعالى څخه سوال کوو، هغه څه مو چې زده کړي ګټور وګرځوي، او هغه څه را زده کړي چې ګټور وي؛ بېشکه هغه سخي او کریم ذات دی، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلی آله وسلم تسليماً كثيرًا.