أسئلة وأجوبة عن شهر رمضان للصغار، ولا يستغني عنها الكبار

أسئلة وأجوبة عن شهر رمضان للصغار، ولا يستغني عنها الكبار

د رمضان د میاشتې په اړه د کوچنیانو لپاره پوښتنې او ځوابونه چې لویانو ته هم اړین دي.

Language: lang_ps
Prepared by: په بېلابېلو ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو ټولنه
Version: 1.0
Translations 14
Amharic Bengali English Spanish +10
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د رمضان د میاشتې په اړه د کوچنیانو لپاره پوښتنې او ځوابونه چې لویانو ته هم اړین دي.

په بېلابېلو ژبو د اسلامي محتوا د خدماتو ټولنه

بسم الله الرحمن الرحيم

پيلیزه

هغه الله لره ستاینه ده چې د روژې میاشت یې پیدا کړې او په ډیرو فضیلتونو سره یې د نورو میاشتو او ورځو په پرتله غوره کړې ده. موږ په محمد بن عبدالله -صلی الله علیه وسلم- او د هغه پر ملګرو درود وایو، اما بعد:

دا د کوچنیانو لپاره د رمضان د میاشتې په اړه پوښتنې او ځوابونه دي خو د لویانو لپاره هم اړین دي. پدې کې د هغو (مسائلو) په اړه یادونه شوې چې کول یې واجب او یا مستحب دي او هغه څه چې د روژې مبارکې میاشتې پر وړاندې یې کول په کار دي، نو روزونکی به ترې هغه څه غوره کوي چې د کوچنیانو د حال او عمر سره مناسب وي.

صحابه کرامو رضي الله عنهم به په خپلو اولادونو په وړوکوالي کې روژې نیولې تر څو یې له دې عبادت سره عادت کړي.

په حدیث کې له ربیع بنت معوذ بن عفراء رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلې چې: رسول صلی الله علیه وسلم د عاشورا په سهار د مدینې شاوخوا د انصارو کلیو ته خلک ولیږل: «چا چې په تاسو کې له روژې سره سهار کړی وي نو خپله روژه دې پوره کړي او که چا د بوزې په حال کې سهار کړی وي نو د پاتې ورځې روژه دې بشپړه کړي»، نو له هغې وروسته به مو روژه نیوله، او ان شاء الله چې خپل واړه کوچنیان به مو هم روژه کول او جومات ته به تللو، نو هغوی ته به مو له وړیو څخه یوه لوبه جوړه کړه، نو که کوم یو به د خوړو پسې وژړل د روژه ماتې پر مهال به مو خواړه ورکړل. (((بخاري: 1960 او مسلم: 1136 روایت کړی او الفاظ د همده دي))).

په دې حدیث کې ذکر شوي چې دوی به ورته د رنګ شوو وړیو څخه د لوبو لپاره یو څه جوړول، نو که چا به د خوړو پسې ژړل همغه لوبه به یې ورکړه تر څو پرې بوخت شي، تر دې چې د روژه ماتې وخت راورسیږي، نو پدې ډول به یې په تدریجي توګه ماشومان د عبادت سره عادتول.

نو دا باید په پام کې ونیول شي چې که په ماشوم سخته وه، نو د روژې په بشپړولو دې نه مجبوریږي، تر څو یې دا کار د کرکې لامل ونه ګرځي، یا یې له امله دروغ ویلو ته اړ نه شي، یا یې د ناروغۍ د زیاتېدو لامل ونه ګرځي، ځکه چې دی له مکلفو کسانو څخه نه دی، نو دا په پام کې نیول په کار دي، او په روژې نیولو کې پرې سختي راوړل په کار نه دي.

د بشپړې فایدې لپاره موږ هغه مسئلې ذکر کړې چې لویان پرې باید پوه شي او ماشومانو ته ترې د تدریس پرمهال ډډه وشي، دا خبره مو په خپل ځای کې په دې کتاب کې په ګوته کړې او د دوو قوسونو تر منځ مو داسې لیکلي: ((د لویانو لپاره)).

له دې سره له الله تعالی څخه غواړو چې پدې (پېغام) سره ګټه ورسوي او قبول یې کړي.

پوښتنې او ځوابونه

د روژې میاشت څه ده؟

ج: د روژې میاشت د کال تر ټولو غوره او د قمري کال نهمه میاشت ده، د دې میاشتې روژه نیول د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن دی.

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج او د رمضان روژه نیول». (((بخاري: 8، او مسلم: 16 روایت کړی))).

آیا د رمضان میاشتې روژه نیول فرض دي؟

ج: هو، د رمضان میاشتې روژه نیول فرض او د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی.

دليل يې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړای شوې ده لکه څنګه چې ستاسې پر پخوانیو فرض کړای شوې وه، د دې له پاره چې تاسې پرهېزګاران شئ). [البقرة ١٨٣].

﴿كُتِبَ عَلَیۡكُمُ﴾، یعنې: فرض کړی شوې ده پر تاسې.

او د الله تعالی دغه وینا: ژباړه: (نو په تاسو كې چې څوك پدې میاشت كې حاضر و، هغه دې د دې روژې ونیسي) [البقرة ١٨٥].

روژه څه ده؟

ج: دا له نیت سره د الله تعالی عبادت دی چې د لمر خاته څخه تر لمر لوېدو پورې د خوړلو، څښلو او نورو ټولو هغو شیانو څخه ډډه وشي چې روژه ماتوي.

دليل يې د الله تعالی دا قول دی: ژباړه: (خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ). [البقرة ١٨٧].

يعنې: ټوله شپه خورئ او څښئ، تر دې چې د سهار په روښنایۍ سره درته صبح صادق په ډاګه شي او د شپې له توروالي څخه جلا شي، بیا د سهار له ختلو څخه تر لمر لوېدو پورې د روژه ماتوونکو شیانو څخه په ډډې کولو سره روژه بشپړه کړئ.

د رمضان فضیلتونه څه دي؟

ج: ډېر فضیلتونه لري، لکه:

۱ - دا هغه میاشت ده چې قرآن پکې نازل شوی، الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي). [البقرة ١٨٥].

۲- په دې کې د جنت دروازې خلاصېږي.

۳- پدې کې د دوزخ دروازې تړل کېږي.

۴- پدې میاشت کې شیطانان په زنځیرونو تړل کیږي او شر یې لنډیږي، نو نشي کولی چې لکه د نورو وختونو په څېر مسلمانان په فتنه کې واچوي.

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «کله چې رمضان راشي، د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي». (((بخاري: 3277، او مسلم: 1079 روایت کړی دی))).

۵- پدې کې د قدر شپه ده، چې له زرو میاشتو څخه غوره ده، د هغه چا لپاره چې د ایمان او اجر په نیت یې په عبادت سره تیره کړي، الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده) [القدر ٣].

۶- الله پاک دا میاشت د روژې په فرضیت سره ځانګړې کړې ده، هغه عبادت چې یو له هغو سترو او مهمو اعمالو څخه دی چې بنده پرې الله تعالی ته نږدې کیږي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: ژباړه: «الله تعالی فرمايلي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره دی او زه پرې اجر ورکوم، قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه لرونکي انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی». (((بخاري: 1904، او مسلم: 1151 کړی دی))).

«لخُلْفة فم الصائم» یعنې د هغه د خولې بوی بدلیدل.

۷- دا چې چا د الله تعالی د رضا لپاره په روژې او قیام سره تېره کړه، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبښل شي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل شي». (((بخاري: 38، او مسلم: 760 روایت کړی دی))).

او دا حدیث: ژباړه: «چا چې د رمضان میاشت - په الله تعالی - د ایمان له مخې او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه؛ نو مخکني ګناهونه یې بخښل کیږي». (((بخاري: 37، او مسلم: 759 روایت کړی دی))).

«إِيمَانًا» یعنې په الله تعالی د ایمان له مخې او دا چې د هغه لخوا پرې فرض شوې ده.

«احْتِسَابًا» يعنې: د الله تعالی څخه د اجر غوښتلو او ثواب په نیت، نه د نندارې یا بل څه لپاره چې د اخلاص سره په ټکر کې (عملونه) دي.

۸- دا چې په رمضان کې عمره د حج په څېر اجر لري.

ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي: ژباړه: «په رمضان کې عمره د حج سره برابر ده، یا زما سره د حج کولو سره». (((بخاري: 1863، او مسلم: 1256 روایت کړی دی)).

«تَقْضِي حَجَّةً» یعنې ثواب یې د حج له ثواب سره برابر دی.

۹- څوک چې روژه دار ته پکې روژه ماتی ورکړي، نو د هغه د ثواب په څېر به د ده لپاره هم وي.

له زید بن خالد الجهني -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «څوک چې روژه دار ته روژه ماتی ورکړي، نو د روژه دار د اجر په څېر به ورکړل شي، پرته له دې چې د روژه دار په اجر کې کوم کمښت راشي». (((ترمذي: 807، او ابن ماجه: 1746 روایت کړی دی))).

۱۰- (د دې میاشتې) په هره شپه کې الله تعالی له اور څخه ځینې خلک آزادوي.

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «الله تعالی په هر روژه ماتې کې له اور څخه ازادوونکي لري، او دا کار هره شپه کیږي». (((ابن ماجه: 1643 روایت کړی دی))).

۱۱- د رمضان روژه نیول د تیرو رمضانونو څخه مخکې د ګناهونو د کفارې سبب ګرځي، پدې شرط چې له لویو ګناهونو څخه ډډه وشي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي». ((( مسلم: 233 روایت کړی دی))).

کبیره ګناهونه توبې ته اړتیا لري.

په عامه توګه دلایل ښيي چې د روژې میاشت د عبادت، نیکۍ، سخاوت، رحمت، بخښنې او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشت ده.

د روژې فضیلتونه څه دي؟

ج: د روژې فضیلتونه په لاندې ډول دي:

۱- الله تعالی به هغه ته د نورو ټولو اعمالو نه جلا له خپل لورې یو ځانګړی اجر ورکړي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «د بنی آدم هر عمل د هغه لپاره دی، پرته له روژې څخه، چې هغه زما لپاره ده، او زه به یې بدله ورکوم». (((بخاري: 1904، او مسلم: 1151 روایت کړی دی))).

2- أنه جُنَّةٌ: یعنې د هغه لپاره د اور په وړاندې ډال، پرده او ژغورونکی دی.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «روژه ډال دی». (((بخاري: 1904، او مسلم: 1151 روایت کړی دی))).

۳- د روژه دار د خولې بوی - چې د خولې د بد بویۍ له امله وي - د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه غوره دی.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «په هغه ذات قسم چې د محمد صلی الله علیه وسلم روح یې په لاس کې دی چې د روژه دار د خولې بوی به د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه غوره وي». (((بخاري: 1894، او مسلم: 1151 کې روایت کړی دی))).

۴- د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «د روژه دار لپاره دوه خوشحالیانې دي: یوه خوشحالي هغه مهال چې کله روژه ماته کړي، او بله خوشحالي چې کله له خپل رب سره ملاقات کوي». (((بخاري: 1904، او مسلم: 1151 روایت کړی دی))).

۵- په جنت کې یوه دروازه ده چې یوازې روژه لرونکي به ترې داخلیږي.

سهل رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې فرمایي: «په جنت کې یوه دروازه ده چې "الریان" نومیږي، د قیامت په ورځ به یوازې روژه لرونکي ترې ننوځي او له دوی پرته به بل څوک ترې نه داخلیږي: وبه ویل شي چې: روژه لرونکي چېرته دي؟ نو دوی به راولاړ شي او له دوی پرته به بل هېڅوک ترې نه ننوځي، کله چې ورننوځي بنده به شي او هېڅوک به ترې نور نه داخلیږي» (((بخاري: 1896، او مسلم: 1152 روایت کړی دی))).

۶- د روژه دار دعا نه رد کېږي.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «درې کسان دي چې دعا یې نه رد کیږي: - له دوی څخه - یو روژه دار دی چې روژه یې ماته کړې نه وي». (((ترمذي: 3598 روایت کړی))).

د روژې حکمت او ګټه څه ده؟

ج: روژه لوی ځلاند حکمتونه لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱- د لویو حکمتونو څخه یې یو دا دی چې الله تعالی د تقوا د ترلاسه کولو وسیله بللې ده او تقوا هغه څه کول دي چې الله تعالی پرې امر کړی او هغه څه پریښودل دي چې هغه منع کړي دي.

الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړای شوې ده لکه څنګه چې ستاسې پر پخوانیو فرض کړای شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاران شئ). [البقرة ١٨٣].

۲- روژه انسان ته صبر ور زده کوي، کوم چې د هرڅه بنسټ دی. او صبر درې ډوله دی: د الله تعالی په اطاعت صبر تر څو یې ترسره کړي، د الله تعالی له نافرمانۍ څخه د ځان ساتلو لپاره صبر تر څو یې پریږدي، او په تقدیر صبر.

۳- د رمضان د روژه نیولو له ګټو څخه یوه ګټه دا ده چې دا په ټوله ټولنه کې د الله تعالی عبادت څرګندوي، تاسو به د ختیځ څخه تر لویدیځ پورې ټول مسلمانان ومومئ چې پدې میاشت کې په روژه نیولو سره یوه خوله دي.

۴- په اطاعت او عبادت عادت کېدل چې ځانګړی یې روژه ده.

۵- د الله تعالی د رضا لپاره د شیانو پریښودلو عادت کېدل.

۶- روژه لرونکی پر ځان د الله تعالی نعمتونه احساسوي، د خوراک او څښاک نعمت په شمول.

۷- روژه نیول روژه نیوونکي ته د کمزورو، بې وزلو او اړمنو پر وړاندې د شفقت احساس ورکوي؛ ځکه چې هغه د لوږې درد احساسوي.

۸- روژه د شیطان او د هغه د وسوسو نفوذ کمزوری کوي.

۹- روژه (انسان ته) اخلاص او پر ځان څارنه ورزده کوي، ځکه هیڅوک روژه لرونکی له خوراک او څښاک څخه نه منع کوي پرته د الله تعالی له مراقبت څخه.

۱۰- لکه څنګه چې ډاکټرانو ویلي، روژه بدن ته روغتیا او ځواک ورکوي.

څه شی روژه ماتوي؟

ج: ۱- په رمضان کې په قصدي ډول خوراک یا څښاک کول؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ). [البقرة ١٨٧].

خو څوک چې په هېره سره خوراک یا څښاک وکړي، روژه یې صحیح ده، او که په یاد یې راشي یا ورته یادونه وشي چې روژه لري، نو باید خوراک پریږدي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي». (((بخاري: 1933، او مسلم: 1155 روایت کړی دی))).

۲- قصدي کانګې کول، چې هغه په قصدي توګه د خولې له لارې له معدې څخه د خوړو یا څښاک راوایستل دي. خو که چېرې کانګې پرې غالبې شي او په غير ارادي ډول ترې راووځي، نو په ​​روژه یې اغېز نه کوي.

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: ژباړه: «چا چې پرته له اختیاره کانګې وکړې هغه باندې قضا نشته، او څوک چې په قصدي ډول کانګې وکړي باید قضا راوړي». (((ترمذي: 720 روایت کړی دی))).

«ذَرَعَهُ الْقَيْءُ» یعنې: له اختیار پرته پرې کانګې ولګېدې.

۳- ارتداد او کفر، ځکه چې دوی د عبادت سره منافي دي، الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي). [الزمر ٦٥].

۴- حجامت کول، حجامت له پوستکي څخه د وينې را ايستلو ته وايي.

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: ژباړه: «د حجامت کوونکي او هغه شخص چې حجامت ورته شوی، د دواړو روژه ماته شوې ده». (((أبو داود: 2367 روایت کړی دی))).

او د حجامت په څېر یو چاته د وینې ورکول هم دي.

خو له زخم څخه د وینې راوتل، یا غاښ وتل، یا له پوزې څخه وینه بهېدل، نو دا زیان نه رسوي. ځکه چې دا حجامت نه دی، او نه حجامت ته ورته معنی لري.

۵- ((د لویانو لپاره)). روژه په کوروالي او یا مني ویستلو سره باطلیږي.

۶- ((د لویانو لپاره)). د میاشتني عادت یا د زیږون وروسته وینه بهیدل. هر کله چې یوه ښځه د حیض یا د زیږون وروسته وینه وویني، نو هغه باید خپله روژه ماته کړي او د هغې قضاء راوړي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو په اړه فرمایلي دي: ژباړه: «... ايا داسې نه ده چې ښځه حایضه وي نو لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي؟» (((بخاري: 304 روایت کړی))).

۷- هغه څه چې د خوراک او څښاک په معنا دي: لکه د تغذیې لپاره ستنې وهل.

په روژه کې مستحب عملونه کوم دي؟

ج: روژه دار ته مستحب او مسنون دي چې په خپله روژه کې لاندې چارو ته پاملرنه وکړي.

۱- پېشلمی: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي» (((بخاري: 1923، او مسلم: 1095 روایت کړی))).

پېشلمی د ډېر یا لږ خوراک په خوړلو سره کېدای شي، حتی که یوازې د اوبو یو غړپ هم وي. د پېشلمي وخت له نيمې شپې څخه تر سهار راختلو پورې دی.

۲- پېشلمی ځنډول: د زید بن ثابت رضي الله عنه د حدیث له مخې چې وایي: ژباړه: «موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پېشلمی وکړ، بیا د لمانځه لپاره پاڅېدو. ما وویل: د دوی دواړو ترمنځه څومره وخت و؟" هغه وفرمایل: پنځوس آيتونه». (((بخاري: 575، او مسلم: 1097 روایت کړی دی))).

«پنځوس آیتونه» یعنې: د پېشلمي او د سهار اذان ترمنځه د پنځوسو آیتونو د تلاوت کولو په اندازه، په حدیث کې وروستي وخت ته د پېشلمي ځنډولو ته هڅونه ده چې د سهار له راختلو څخه لږ مخکې وخت پورې وځنډول شي.

۳- د روژې په ماتولو کې بیړه کول: د روژه دار لپاره مستحب دي چې د لمر لوېدو سره سم روژه ماته کړي.

د سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي». (((بخاري: 1957، او مسلم: 1098 روایت کړی دی))).

۴- په تازه خرماوو (رطب) سره روژه ماتول: که تازه خرما نه لرئ، نو همداسې خرما، او که دا هم نه وي نو په یو څو غړپه اوبو سره یې ماته کړئ.

دلیل یې د انس رضي الله عنه حدیث دی: ژباړه: «د الله رسول صلی الله علیه وسلم به د لمانځه څخه مخکې په تازه خرماوو روژه ماتوله، که تازه خرما به نه وې، نو په وچو کجورو سره، او که هغه به هم نه وې، نو په څو غړپه اوبو سره به یې ماتوله». (((أبو داود: 2356 روایت کړی دی))).

«حسا حسوات» یعنې: درې ځلې اوبه څښل (په دریو ساګانو).

که داسې یو ځای کې و چې د روژه ماتي وخت راغی او ده سره د روژه ماتي لپاره څه نه و، نو په زړه کې دې د روژې ماتولو نیت وکړي، او همدا ورته بسنه کوي.

۵ - د روژه ماتې پر مهال دعا کول، همدا رنګه د روژې پر مهال.

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: ژباړه: «درې کسان داسې دي چې دعا يې نه رديږي: يو عادل پاچا، بل روژه دار تر څو يې چې روژه نه وي ماته کړې او د مظلوم خېرا». (((ترمذي: 3598 روایت کړی دی)).

۶- ډېره صدقه کول، د قرآن کریم تلاوت، روژه دارانو ته روژه ماتی ورکول او نور نیک کارونه کول.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبریل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې ورسره تکراراوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې د تېز باد څخه هم ډېر سخي و». (((بخاري: 6، او مسلم: 2308 کړی دی))).

۷- د شپې په لمانځه کې ډېر زیار ویستل: په ځانګړې توګه د روژې په وروستیو لسو شپو کې.

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې وویل: ژباړه: «کله به چې د رمضان وروستۍ لسیزه پیل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل ملابند ټینګ کړ، شپه به یې (په عبادت سره) رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې راویښوله». (((بخاري: 2024، او مسلم: 1174 روایت کړی دی))).

«کله به چې لسیزه راورسیده» يعنې د رمضان وروستۍ لسیزه.

«هغه به خپل ملابند ټینګ کړ» دا د عبادت لپاره د چمتووالي او د معمول څخه ډیر سخت کار کولو لپاره یوه استعاره ده.

«شپه به یې ژوندۍ کړه» یعنې: په ویښه یې په لمانځه او نورو عبادتونو تېروله.

«هغه خپله کورنۍ یې راویښوله» پدې معنی: چې د شپې یې د لمانځه لپاره راویښول.

۸- عمره کول:

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: ژباړه: «نو کله چې رمضان راشي، عمره وکړه، ځکه چې په دې (رمضان) کې عمره د حج سره (په ثواب کې) برابر ده». (((بخاري: 1782، او مسلم: 1256 روایت کړی دی))).

۹- هغه چا ته داسې ویل چې ښکنځلې درته کوي: «زه روژه لرم»، او خلکو ته ښې خبرې کول، او بدې خبرې نه کول؛

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: ژباړه: «کله چې له تاسو څخه څوک یوه ورځ روژه ونیسي، نو هغه دې فحش خبرې نه کوي او نه دې په ناپوهۍ سره کوم عمل ترسره کوي. که څوک ورته سپکاوی کوي یا ورسره جګړه کوي، نو هغه دې ووایي: 'زه روژه یم، زه روژه یم». (((بخاري: 1904، او مسلم: 1151 روایت کړی دی))).

«نو پوچ به نه وایي» پدې معنی چې فحش خبرې به نه کوي.

«او ناپوهه دې نه اوسې» ناپوهي: د حکمت خلاف او د سمې وینا او عمل مخالفه کړنه.

۱۰- د روژه دار لپاره سپارښتنه کیږي چې د روژې د ماتولو په وخت کې ووایي: ژباړه: «تنده لاړه، رګونه لانده شول او ان شاء الله چې اجر (د الله تعالی) سره یقیني شو». (((أبو داود: 2357 روایت کړی دی))).

د روژې پر مهال مکروه کارونه کوم دي؟

ج: ځینې شیان شته چې د روژه دار لپاره مکروه دي او کولی شي د هغه روژه فاسده او یا یې اجر کم کړي، لکه:

۱ - د خولې او پوزې په وینځلو کې مبالغه کول.

دا له دې وېرې چې اوبه یې معدې ته لاړې نه شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «په پوزې وینځلو کې مبالغه وکړئ، مګر دا چې روژه اوسئ». (((أبو داود: 2366 روایت کړی))).

۲ - د بلغم یا لیاړو تېرول؛ ځکه چې ګیډې ته رسیږي او انسان پرې تقویه کیږي، سربیره پردې لدې عمل څخه رامینځته شوې کرکه او زیان هم لري.

۳- له اړتیا پرته د خوړو خوند څکل: که چیرته یې خوند لیدلو ته اړتیا وه - د بېلګې په توګه که اشپز و او د مالګې او یا بل څه لیدو ته یې اړتیا درلوده - نو باک نه لري، خو له احتیاط نه به کار اخلي چې څه شی یې له ستوني تېر نه شي.

۴- د ورځې ډېر خوب کول، د وخت ضایع کول، او بې ګټې خبرې او کارونه کول، حال دا چې په کار ده ورځ د عبادت لپاره غنیمت وګڼل شي.

۵- ((د لویانو لپاره)) ښکلول؛ د هغه چا لپاره چې شهوت یې راپاریږي، او ځان نه شي کنترولولی: نو د داسې روژه دار لپاره د خپلې میرمنې ښکلول مکروه دي؛ چې ممکن له امله یې شهوت راوپاریږي او د انزال یا کوروالي له امله یې روژه خرابه شي، که ډاډه و چې روژه یې نه خرابیږي، بیا باک نه لري.

۶- ((د لویانو لپاره))، د کوروالي په اړه فکر یا داسې خبرې کول چې شهوت یې راوپاریږي.

د رمضان په میاشت کې له عذر پرته د روژې خوړلو حکم؟

ځواب: که چیرته یو مسلمان د روژې په میاشت کې یوه ورځ پرته له عذر څخه روژه وخوري، نو پرې واجب دي چې الله تعالی ته توبه وباسي او له هغه څخه بخښنه وغواړي، ځکه چې دا یو لوی جرم او غټه ګناه ده، او د توبې او بښنې غوښتلو سربیره پرې له رمضان نه وروسته د روژې قضا راوړل واجب دي.

په رمضان کې څوک دعذر له کبله د ورځې له خوا روژه خوړلی شي او څه پرې لازم دي؟

ج: لومړی حالت: که څوک داسې ناروغي ولري چې له امله یې روژه نه شي نیولی، یا مسافر وي، یا امیندواره مېرمن وي او یا شیدې ورکوونکي وي، نو برابره خبره ده چې که په خپل ځان یا خپلو ماشومانو یې ویره درلوده، یا بل داسې عذر یې درلوده چې له امله یې ورته د روژې خوړل روا کېدل، نو روژه خوړل ورته روا دي او د رمضان نه وروسته پرې د روژې قضایي راوړل واجب دي؛ الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (نو څوك چې په تاسو كې ناروغ یا په سفر وي، (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي). [البقرة ١٨٤].

یعنې: که ستاسو څخه څوک په داسې ناروغۍ اخته وي چې روژه نیول ورته سخت وي، یا مسافر وي، نو روژه خوړل ورته روا دي، او بیا دې د هغو ورځو قضايي راوړي چې خوړلي یې دي.

دویم حالت: که چیرته یې ناروغي لاعلاجه وه او داسې وه چې د ده په څېر ناروغتیا نه ښه کیږي، بلکې دوام مومي، او په څېر یې هغه بوډا هم دی چې روژه نشي نیولی، نو د کمزروۍ له امله پرې قضا نشته، خو ډوډۍ ورکول پرې شته او د هرې ورځې په سر به یو مسکین ته خواړه ورکوي چې اندازه یې نیم صاع دی، او یو صاع نږدې درې کیلو ګرامه کیږي.

الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او په هغو كسانو چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازمه ده). [البقرة ١٨٤]. ابن عباس -رضي الله عنهما- د دې آیت په اړه فرمایلي: ( دا آیت منسوخ نه دی (بلکې مراد ترې هغه) بوډا سړی او بوډۍ ښځه ده چې روژې نه شي نیولی، نو د هرې ورځې په سر به یو مسکین ته خواړه ورکوي). (((بخاري روایت کړی: 4505))).

کله به د روژې قضا راوړي؟ او کله چې د روژې قضا دومره وروسته کړي چې بل رمضان پرې راشي نو څه باېد وکړي؟

څوک چې د رمضان په میاشت کې د شرعي عذر له مخې روژه وخوري، نو باید د الله تعالی د حکم سره سم یې قضايي راوړي. ژباړه: (او څوك چې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (پر هغه) د نورو ورځو شمېرل دي) [البقرة: ١٨٥].

نو په همغه کال کې یې پرې قضایي رواړل واجب دي، او دویمې روژې ته به یې نه وروسته کوي؛ د عاېشې رضي الله عنها د دې وینا له کبله: ژباړه: "پر ما به چې د رمضان روژې پاتې وې، نو له شعبان پرته به مې قضايي نه شوه راوړلی، ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په کارونو به بوخته وم". (((بخاري: 1950، او مسلم: 1146 کې روایت کړی))).

د هغې دا وینا چې فرمایي: "ما به یې یوازې په شعبان کې قضایي راوړلی شوه" پدې دلیل دی چې د راتلونکي رمضان له پیل څخه مخکې یې قضا راوړل اړین دی.

خو که چېرته یې قضایي بلې روژې ته وروسته کړه؛ باید له الله تعالی څخه بښنه وغواړي او توبه وباسي؛ په خپلو کړو پښیمانه شي او د دې ورځې قضایي راوړي؛ ځکه چې قضایي راوړل په وروسته کولو له منځه نه ځي، نو د دې ورځې قضایي به راوړي، که څه هم د دویم رمضان پسې وي.

د فرضي روژې آداب څه دي؟

ج: موږ به یې یو شمېر (آداب) ذکر کړو، چې دا آداب په هر وخت کې اړین دي؛ خو د روژې په میاشت کې او د روژه دار په حق کې پرې زیات ټینګار کیږي:

۱- طاعتونو او واجباتو ته پاملرنه، چې له جملې څخه یې په خپل وخت په جماعت سره لمونځ ادا کول دي.

الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى) [النساء ١٠٣].

۲- روژه دار باید له هر هغه څه څخه ډډه وکړي چې الله او رسول یې صلی الله علیه وسلم منع کړي دي، لکه: دروغ ویل، غیبت کول، چغلې کول، دوکه ورکول، موسیقي اوریدل او نور ګناهونه او سرکښۍ.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «څوک چې درواغ وینا، عمل پرې کول او جهالت پرې نه ږدي، نو الله تعالی یې خوراک او څښاک پرېښودلو ته اړتیا نه لري» (((بخاري: 1903 روایت کړی))).

" الزور" یعنې درواغ ویل، له حق څخه انحراف کول او په باطل عمل کول.

"الله تعالی اړتیا نه لري" پدې معنی چې الله تعالی یې روژې ته نه ګوري او نه یې ترې قبلوي، دا په دې معنی نه ده چې هغه ته د روژې د پریښودلو امر شوی دی، بلکې دا د دروغ ویلو په وړاندې د خبرداري معنی لري.

هغه کوم څیزونه دي چې روژه دار ته یې کول روا دي؟

ج: څو شیان شته چې علماوو جایز بللي لکه:

۱- لامبل او په اوبو سره ځان یخول.

۲ - مسواک کارول.

۳ - خولې او پوزې ته له مبالغې پرته اوبه اچول.

۴ - د معاینې لپاره لږه وینه اخېستل.

۵ - د سترګو او غوږونو لپاره څاڅکې یا قطره.

۶ - د درملنې لپاره ستن وهل چې تغذیه ورکوونکي نه وي.

۷- د اړتیا پر مهال له تېرولو پرته د خواړو څکل، پدې شرط چې بیرته یې تو کړي.

۸ - خوشبوي لګول او بوی کول.

۹ - په سترګو کې رانجه کول.

په رمضان کې د قیام لمونځ څومره فضیلت لري؟

ج: په رمضان کې د شپې لمونځ، چې د تراويح لمونځ بلل کېږي، ډېر فضیلت لري.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «چا چې د رمضان میاشت - په الله تعالی - د ایمان او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه؛ نو مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي». (((بخاري: 37، او مسلم: 759 روایت کړی دی))).

«إِيمَانًا» یعنې: په الله تعالی د ایمان له مخې او دا چې د هغه پاک ذات لخوا فرض شوی دی.

«احْتِسَابًا» يعنې: د الله تعالی څخه د اجر او ثواب د تمې په نیت، نه د نندارې یا بل څه لپاره چې د اخلاص سره په ټکر کې (عملونه) دي.

او هڅه دې وکړي چې د تراویح لمونځ په جماعت سره وکړي (او تر) پایه له امام سره پاتې شي، تر څو د ټولې شپې د قیام ثواب ترلاسه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «څوک چې له امام سره تر بېرته ګرځېدلو پاتې شي د ټولې شپې قیام ورته لیکل کیږي». (((ترمذي: 806 روایت کړی))).

د روژې په وروستیو لسو ورځو او د قدر په شپه کې کوم کارونه کول مستحب دي؟

ج: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستۍ لسیزه کې د نورو وختونو په پرتله ډېر کوښښ کاوه او د قدر شپه به یې پکې لټوله، دلته موږ د یو شمیر هغو کارونو یادونه کوو چې کول یې مستحب دي.

۱- په شپو کې (په عبادت) کې ډیر زیار ویستل.

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغه فرمایي: ژباړه: «کله به چې د ذوالحجې وروستۍ لسیزه پیل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل ملابند ټینګ کړ، شپه به یې (په عبادت سره) روڼوله او خپله کورنۍ به یې راویښوله». (((بخاري: 2024، او مسلم: 1174 روایت کړی))).

د هغې دا وینا چې فرمایي "وشد مئزره" د عبادت لپاره د چمتووالي او له معمول څخه د زیاتې هڅې کولو لپاره یوه استعاره ده.

او له هغې څخه دا هم روایت دی: ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته». (((مسلم: 1175 روایت کړی))).

د قدر شپه د روژې په وروستیو لسو شپو کې ده، نو یو مسلمان باید د قدر شپې د لاندې کولو لپاره له ټولو لسو شپو څخه ډیره ګټه پورته کړي. د ابن عباس رضی الله عنهما روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ژباړه: «د قدر شپه د رمضان میاشتې په ورستیو لسو شپو کې ولټوئ». ((( بخاري په: 2021 روایت کړی))).

۲ - د قدر شپه په عبادت کې تېرول.

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «څوک چې د قدر شپه -د دې شپې او پکې د عبادت په فضیلت د ایمان درلودلو او ثواب په نیت په عبادت - کې تېره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي». (((بخاري: 1901، او مسلم: 760 روایت کړی))).

۳ - په جومات کې اعتکاف ته کېناستل.

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی وایي: ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه». (((بخاري: 2033، او مسلم: 1172 روایت کړی))).

اعتکاف: په جومات کې د عبادت لپاره جداوالی، له خلکو سره د بوختیا څخه ځان ساتلو، له دنیاوي چارو څخه زړه خالي کولو، او یوازې د یو الله تعالی پر عبادت بوختېدلو ته وایي.

القدر سورت ولوله او تفسیر یې کړه.

ج: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ: بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى۱ او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى۲ د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده۳ په هغې کې ملاېکې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر(ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي۴ هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې۵ [القدر ۱ - ۵].

تفسیر یې:

بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى) [القدر ١]. پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای د دنيا اسمان ته رانازل کړی، لکه څرنګه چې مو په نبي صلی الله علیه وسلم د هغه نازلول د رمضان د میاشتې په شب قدر کې شروع کړي و.

او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى) [القدر ٢]. اې نبي! ته څه پوهېږې چې په دغه شپه کې کوم خير او برکت دی؟!

(د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده) [القدر ٣]. دغه شپه د لوی خير شپه ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده څوک چې د ايمان لرلو او ثواب په نيت پکې عبادت وکړي، او دا یوه مبارکه شپه ده، پدې کې نېک عمل (په نورو وختونو کې د) زرو میاشتو له عمل څخه غوره دی.

په هغې کې ملاېکې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر(ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي) [القدر ٤]. په دې شپه کې ملاېکې او جبرئيل عليه السلام د خپل پالونکي په اجازه د هر هغه کار د ترسره کولو لپاره را کوزيږي چې الله تعالی يې په دغه کال کې د کېدو پرېکړه کړې وي هغه که روزي وي، که مرګ، که د چا پيداکېدل او که داسې نور څه وي چې الله تعالی ټاکلي وي.

هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې) [القدر ٥]. دغه مبارکه شپه ټوله خير ده له پيل څخه د سهار تر راختلو پورې.

زکات الفطر څه شی دی او حکم یې څه دی؟

ج: دا هغه زکات دی چې روژې پسې د بوزې راتللو په مناسبت اسلام فرض کړی دی.

د فطر زکات پر هر مسلمان؛ لوی او کوچني، نر او ښځې واجب دی چې هر مسلمان به یې له خپل ځان او هغه چا څخه ادا کوي چې دی یې د نفقې مسوولیت پر غاړه لري لکه: ښځه او اولادونه.

د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو پر آزاد او غلام، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی، د خرما یا وربشو یو صاع سرسایه فرض کړې ده». (((بخاري: 1503، او مسلم: 984 روایت کړی))).

د فطر زکات د ځايي خوړو په بڼه ورکول کېږي، لکه وريجې او داسې نور. د سرسایې ورکولو غوره وخت د اختر په سهار د اختر له لمانځه څخه مخکې دی، خو له هغه څخه یوه یا دوه ورځې مخکې یې ورکول هم روا دي چې اندازه یې نږدې ۳ کیلوګرامه ده.

د سرسایې د وجوب حکمت څه دی؟

ج: له حکمتونو څخه یې:

۱- د روژې په جریان کې د هر ډول بې ځایه خبرو یا فحش ویناوو څخه د روژه دار پاکېدل.

۲- د دې ډاډ ترلاسه کول چې فقیر او مسکین د اختر په ورځ د هیڅ شي غوښتلو ته اړ نه شي، او د دې لپاره چې اختر د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ ورځ وي، ابن عباس رضی الله عنهما وایي: ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د فطر صدقه د روژه نیونکي ته د فضول او فحش خبرو څخه د پاکوالي او د مسکینانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره فرض کړې ده» (((ابوداود: 1609 روایت کړی))).

۳- پدې مبارکه میاشت کې بنده د روژې په نیولو، قیام او هر ممکن نیک عمل کولو سره د الله تعالی د نعمتونو د شکر ادا کول څرګندوي.

۴- په ټاکلي وخت کې مستحقو خلکو ته د زکات ورکولو له لارې لوی اجر او ثواب ترلاسه کیږي.

د اختر سنتونه کوم دي؟

ج: په اسلام کې اختر د الله تعالی پر فضل او رحمت د خوښۍ څرګندونه ده، د اختر په ورځ د مسلمانانو لپاره ځینې سنتونه په لاندې ډول دي:

۱- د اختر لمانځه ته له تلو مخکې غسل کول.

په "الموطا" او نورو کتابونو کې په مستند ډول راغلي چې عبدالله بن عمر رضی الله عنهما به د کوچني اختر په ورځ د لمانځه ځای ته له تلو مخکې غسل کاوه. (((«موطأ مالك» (1/ 177)))).

۲- د اختر لمانځه ته له تللو مخکې خوراک کول، نو تر هغه به لمانځه ته نه وځي چې یو څو دانې خرما یې نه وي خوړلې، انس بن مالک رضي الله عنه وایي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کوچني اختر په ورځ سهار مهال یو څو خرماوې خوړلې ... چې عدد به یې تاق وو». (((بخاري: 953 روایت کړی))).

۳ - په اختر کې تکبیرونه ویل.

په اختر کې تکبیرونه د اختر له شپې څخه پېلیږي - یعنې د رمضان د وروستۍ شپې له غروب څخه - تر دې چې امام د اختر د لمانځه لپاره عیدګاه ته ننوځي.

الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ) [البقرة ١٨٥].

۴- مبارکي: د اختر له آدابونو څخه یو یې هغه ښاېسته مبارکي ده چې خلک یې په خپلو کې سره تبادله کوي، هغه که په هرو الفاظو وي، لکه یو بل ته ویل چې: "الله تعالی دې زموږ او ستاسو څخه قبول کړي" یا "اختر مبارک" او داسې نور د مبارکۍ جایز الفاظ او ویناوې.

له جبیر بن نفیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام به چې کله د اختر په ورځو کې سره مخ کېدل نو یو بل ته به یې ویل: زما او ستا څخه دې قبول شي. (((محاملي روایت کړی لکه څنګه چې په «فتح الباري» (2/ 446) کې دي، او ابن حجر ویلی: د حدیث اسناد حسن دی))).

۵- د دواړو اخترونو لپاره ځان برابرول او سینګارول:

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: «ای د الله رسوله، ما عُطارِد ولیده چې یوه ورېښمینه چپن یې خرڅوله، که چېرته دې پېریلی وای، نو د استازو د راتګ پر مهال او اختر لپاره به دې اغوستله؟» (((بخاري: 948، او مسلم: 2068 روایت کړی))).

او له نافع څخه روایت دی: چې ابن عمر رضي الله عنهما به اخترونو کې خپل تر ټولو ښایسته کالي اغوستل. (((بيهقي په «السنن الكبرى» کې په: 6143 شمېره روایت کړی))).

۶- لمانځه ته په یوه لاره تلل او په بله لاره بیرته راتلل.

له جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د اختر په ورځ لاره بدلوله» (((بخاري په: 986 روایت کړی))).

د شوال شپږ روژې څه فضیلت لري؟

ج: د رمضان د فرضي روژې وروسته د شوال د میاشتې شپږ ورځې روژې نیول مستحب دي او ډېر فضیلت او لوی اجر لري. ځکه څوک چې دا روژې ونیسي، هغه ته د ټول کال د روژې نیولو ثواب ورکول کیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «چا چې د رمضان روژه ونیوله او بیا ورپسې یې د شوال شپږ روژې ونیولې، داسې ده لکه ټول كال یې چې روژه نیولي وي». (((مسلم: 1164 روایت کړی))).

رمضان موږ ته څه را زده کړل، او له رمضان وروسته څه راځي؟

ج: موږ د دې پوښتنې په ځواب سره پای ته رسوو. روژه د اسلام یو له سترو مدرسو څخه ده چې مسلمانان پکې روزل کیږي او دا د دین له ارکانو او د هغې له سترو بنسټونو څخه یو دی، دا ځینې هغه درسونه او حکمتونه دي چې بنده یې د روژې په میاشت کې د روژې په ښوونځي کې زده کوي، تر څو پرې له رمضان وروسته پاتې شي.

لومړی لوست:

د روژې میاشت موږ ته صبر را زده کړ، کوم چې یو له مهمو او لویو اعمالو څخه دی، ځکه چې الله تعالی ته پرې نږدې والی حاصلیږي، پدې کې بنده د خوراک او څښاک په پریښودلو سره صبر کوي، نو په دې توګه د صبر له خوی سره عادت کیږي، کوم چې د ټولو نیکیو ټولګه ده، ځکه پدې کې په اطاعت صبر، له نافرمانۍ څخه په ډډې کولو صبر، او په تقدیراتو صبر کول سره یوځای کیږي. الله تعالی د صبر د فضیلت په اړه فرمايي: ژباړه: (بېشكه يوازې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره ورکول کیږي). [الزمر: ١٠].

دویم لوست:

د روژې میاشت موږ ته دا را زده کړل چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې تسلیم شو، په هر هغه څه کې چې هغه پرې امر کوي او هغه څه چې هغه ترې منع کول کوي. الله تعالی فرمايي: ژباړه: (او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل). [الأحزاب: ٣٦].

دریم لوست:

د روژې میاشت موږ ته دا را زده کړل چې له الله جل جلاله څخه ووېرېږو او خپله ژبه، اندامونه او خواهشات د الله تعالی لپاره کنټرول کړو. الله تعالی فرمايي: ژباړه: (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړای شوې ده لکه څنګه چې ستاسې پر پخوانیو فرض کړای شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاران شئ). [البقرة ١٨٣].

او له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «الله تعالی فرمایي: روژه زما لپاره ده او زه به یې اجر ورکوم. هغه خپل خواهشات، خوراک او څښاک زما لپاره پریږدي، او روژه ډال دی». (((بخاري: 7492، او مسلم: 1151 روایت کړی))).

او رسول الله -صلی الله علیه وسلم-فرمایلي دي: ژباړه: «څوک چې درواغ ویل، عمل پرې کول او جهالت نه پریږدي، نو الله تعالی یې خوراک او څښاک پرېښودلو ته اړتیا نه لري». (((بخاري: 1903 روایت کړی))).

څلورم لوست:

د روژې میاشتې موږ ته عبادت او د هغې خوږوالی را زده کړ؛ تر څو له روژې وروسته تهجدو، روژو نیولو او د قرآن کریم تلاوت کولو ته دوام ورکړو.

د روژې په اړه، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان له مخې او د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل شي». (((بخاري: 38، او مسلم: 760 روایت کړی))).

او د قیام (تهجدو) د فضیلت په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: «چا چې د رمضان میاشت په قیام (تهجدو) او د الله تعالی د اجر په هېله (په عبادت) کې تېره کړه؛ نو مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي». (((بخاري: 37، او مسلم: 759 روایت کړی))).

او د قرآن کریم د تلاوت په اړه به هغه صلی الله علیه وسلم: «د رمضان په میاشت کې تر ټولو زیات سخي وو، کله به چې جبریل علیه السلام ورسره مخ کېده، حال دا چې هغه به د رمضان په هره شپه کې ورسره مخ کېده، نو قرآن کریم به یې ورزده کاوه» (((بخاري: 6، او مسلم: 2308 روایت کړی))).

نو بنده دې عبادتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي، لکه روژه نیول، قیام او د قرآن کریم لوستل، که څه هم د رمضان په څېر نه وي.

پنځم لوست:

د روژې میاشت موږ ته له الله تعالی څخه د ویرې او د احسان د مقام درس راکړ. احسان دې ته وایي چې د الله تعالی داسې عبادت وکړو لکه موږ چې هغه وینو، که چېرته یې موږ نه وینو، نو هغه خو موږ ویني؛ ځکه چې روژه دار د الله تعالی پر څارنه ځان روزي، نو هر هغه څه پریږدي چې د هغه نفس یې غواړي، حال دا چې د کولو توان یې لري؛ ځکه هغه پر دې پوهیږي چې الله تعالی یې ګوري. الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او دغه (الله ) له تاسو سره دى، هر چیرته چې تاسو یاست، بېشكه الله هغه عمل لره ښه ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ) [الحديد: ٤].

شپږم لوست:

د روژې میاشتې موږ ته دا را زده کړل چې زموږ دین اسانه دی، او الله تعالی پر یو نفس د هغه له توان پورته مکلفیت نه اچوي، څوک چې د روژې نیولو توان لري، روژه دې ونیسي، او څوک یې چې توان نه لري، هغه دې روژه ماته کړي او قضایي دې راوړي یا دې کفاره ورکړي، خپل حالت ته په لېدو دې یو کار وکړي، الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (پر هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله پر تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ). [البقرة: ١٨٥].

اووم لوست:

د روژې میاشت موږ ته د خیرات ورکولو، د بې وزلو او اړمنو سره د مهربانۍ او د هغوی پر وړاندې د خواخوږۍ درس راکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په میاشت کې تر ټولو زیات سخي و. (((بخاري: 6، او مسلم: 2308 روایت کړی))).

ځکه چې بنده کله د لوږې درد تجربه کړي، نو دا یې اړ باسي چې د غریبانو سره مرسته وکړي، او دا د تقوا له ځانګړتیاوو څخه ده.

اتم لوست:

د روژې مبارکې میاشت موږ ته د الله تعالی د بخښنې، رحمت او فضل پراخوالی را زده کړ. دا د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشت ده. په دې کې د قدر شپه ده، چې له زرو میاشتو څخه غوره ده. يعنې له اتيا کلونو او څلورو مياشتو څخه زياته، الله تعالی فرمايلي: او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى۲ د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده۳ په هغې کې ملاېکې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر(ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي۴ هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې۵ [القدر ۲-۵].

د لوستونو پای:

له رمضان وروسته؟! الله تعالی د روژې رب او د ټولو میاشتو او ورځو رب دی. لدې امله، بنده باید په یوه اصل ودرېږي که شرایط او ورځې څومره هم بدلې شي، چې هغه اصل له الله تعالی څخه ویره ده.

پای

په پای کې غواړم ګټورې حوالې او سرچینې په ګوته کړم چې که څوک غواړي د دې موضوع او یا د روژې اړوند مسائلو په اړه ورته مراجعه وکړي.

د شیخ عبدالعزیز بن باز " رسالتان موجزتان في الزكاة والصيام" .

د شیخ محمد بن صالح العثیمین کتاب ""مجالس شهر رمضان".

"مجالس شهر رمضان المبارك" او ورپسې: " إتحاف أهل الإيمان بدروس شهر رمضان" د شیخ: صالح بن فوزان الفوزان.

"عقود الجمان في دروس شهر رمضان" د شيخ: سعد بن تركي الخثلان کتاب.

"دروس شهر رمضان" د شيخ: محمد بن شامي شيبة.

اې الله! ته بخښونکی او سخی یې، او بخښنه خوښوې، نو موږ ته بخښنه وکړه. وصلى الله على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.