الهندوسية في ميزان تعاليمها الأصلية والعقل والفطرة السليمة

الهندوسية في ميزان تعاليمها الأصلية والعقل والفطرة السليمة

هندویزم د خپلو اصلي تعلیماتو، عقل او سالم فطرت په تله کې

Language: lang_ps
Prepared by:
Version: 1.0
Translations 10
Assamese English Gujrati Kannada +6
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

هندویزم د خپلو اصلي تعلیماتو، عقل او سالم فطرت په تله کې

پوښتنه او ځواب

دکتور. هیثم طلعت

بسم الله والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومَن والاه، أما بعد:

هندویزم کیدی شي یو دین وي، خو په ډیر کره تعریف سره دا : د ژوند کولو یوه تګلاره ده.

د هندویزم پیروان د نړۍ د نفوس شاوخوا 15٪ جوړوي او د پیروانو شمیر یې له یو ملیارد او دوه سوه ملیون څخه ډیر دي.

هندویزم د وخت په تیریدو سره ډیر بدلون موندلی دی...

هندویزم د ویداس Vedas له زمانې وروسته له عقلي، علمي او فطرتي ستونزو څخه ډک شو، چې ځینې به یې په دې کتاب کې تر څار لاندې ونیسو.

هو !

په رښتیا سره چې هندویزم د اصلي ویدات (د هندویزم اصلي سرچینې) له تعلیماتو څخه په ګړندۍ توګه وتلی او د خلکو ، مراسم لمانځوونکو او بھګواد ګیتا تعلیمات یې تعقیب کړي.

Bhagavad Gita भगवद्गीता باطني ټنټرونه Tantras.

زه به پدې کوچنی کتاب کې هڅه وکړم چې اوسنۍ هندویزم د استدلال، عصري ساینس، منطق او د ویدات د اصلي تعلیماتو - چې تر دې دمه د هندوانو په لاس کې دي - قضاوت ته وړاندې کړم، او زه ډاډه یم چې د حقایقو پاتې شوني چې په ویداتونه کې دي، او هغه چې لا د هندوانو په فطرت کې دي دواړه د دې لپاره بسنه کوي چې په سلامتیا سره هندو حق دین ته ورسوي.

ویداتونه: د هندویزم ترټولو مقدس کتابونه دی.

طبیعي فطرت: د انسان په شتون او د هغه په برخلیک کې نظر اچولو ته لیوالتیا، او پر الله تعالی د ایمان راوړلو لپاره د دې لوالتیا رهبري کول او د هغه عبادت کول په هغه څه چې هغه روا کړي دي.

او حقیقي دین: هغه پیغام دی چې په ویدا کې د حقیقت پاتې شوو ته شاملیږي، او دا د فطرت اواز دی، او دا د ټولو مخلوقاتو لپاره د الله - تعالی- وحې ده، او دا هغه غږیز پیغام دی چې د اوانیشاد (Upanishad उपनिषद्) په لارښوونو کې د الله تعالی د یووالي اغیزې بیانوي.

په دې کوچني کتاب کې زه هڅه کوم چې د ویدا د زمانې هندویزم او ننني هندویزم تر منځه یوه ساده مقایسه وکړم!

په رښتیا چې هندویزم ډیر بدل شوی دی...

یقیناً چې - نننی - هندویزم د ویدا د نورو صافو او سوتره توحیدي تعلیماتو څخه ډیر لرې دی، په ننني هندویزم کې به تاسو د وجود په یووالي باور ومومئ چیرته چې خالق د مخلوق سره ګډ دی، نو مخلوق عین خالق جوړیږي، دا حیرانونکي عقیده نه یوازې د ویدانو له ښکاره تعلیماتو سره په ټکر کې ده، بلکې د عقلي منل شوو - اصولو - سره هم ټکر کې ده، ځکه څرنګه کیدلای شي چې خدای په هر شي کې ګډ شي، بیا ته اې هندو ، د یو لړ رسمونو او عملونو په تر سره کولو سره هغه ته د رسیدو په لټه کې یې، حال دا چې هغه په ​​​​اصل کې په تا کې شتون لري؟

آیا دا ښکاره عقلي ستونزه نه ده؟

سربیره پردې، د وجود په یووالي عقیده د حقیقت نسبي کيدو ته بلنه کوي، ځکه ټول هغه دینونه چې د بتانو یا تیږو عبادت کوي هغه په واقعیت کی د الله تعالی عبادت کوي، ځکه چې د دې عقیدې له مخې الله تعالی بت او ډبره ده، نو الله تعالی په هر څه کې دی او هغه هرڅه دی.

او د حقیقت دا نسبیت معنا او ارزښت له منځه وړي، چې زه به دا په کتاب کې تشریح کړم.

تېرو خبرو ته دا هم وراضافه کړه چې ویدا په ښکاره ډول له مخلوق نه جلا یو خدای باندې ایمان لرلو ته بلنه ورکوي، دا مخلوقات الله پيدا کړي دي، او په مخلوق کې د خالق د اوسیدو ظرفیت نشته چې پکې ورګډ شي.

ویدا، په ځانګړې توګه په رګ ویدا ऋग्वेद کې وايي: "اې الله! لمر او نړۍ دواړه د دې توان نلري چې تاسو احاطه کړي او - ځان - کې مو ځای کړي" [1].

http://[1]stholistic.com/prayer/hindu/hol_hindu-samsara-and-karma.htm[22] (دا سایټ د بودایی مجلې سره تړلی دی چې د بودیزم او د هغې د رواجونو په اړه ادراکي څیړنې وړاندې کوي).

دا د ویدا لخوا څرګند ثبوت دی پدې چې د وجود په یووالي باور غلط دی، ځکه چې الله د خپل مخلوق څخه خپلواک دی.

په اوسني هندویزم کې تاسو د روحونو په لیږد باور مومئ چیرته چې د مړینې وروسته د انسانانو روحونه نورو مخلوقاتو ته لیږدول کیږي ترڅو په نوي ژوندي موجود کې بیا وزیږيږي،- د دې باور له مخې - هر انسان مخکنی ژوند په بل ژوندي موجود کې درلوده او داسې نور، او دا عقیده ډیرې ستونزې رامنځته کوي، ځکه که چیرته د روحونو لیږد ریښتیا وي، نو بیا ولې ماشومان د لویانو په څیر د ذهني وړتیاوو سره نه پيدا کیږي [2]؟

[2] Cogan, Robert. (1998), Critical Thinking: Step by Step, University Press of America, pp. 202–203.

سربیره پر دې، د روحونو د انتقال عقیده د تکراري زیږونونو په ترتیب ولاړه ده، نو دا څنګه - خبره - ده، حال دا چې معاصر ساینس ثابته کړې چې ژوند پیل لري، او ځمکه پخپله پیل لري او ابدي نه ده.

بیا، که د روحونو لیږد ریښتیا وي، نو دا فرض کیږي چې د ژوندیو موجوداتو شمیر ټاکل شوی او محدود دی، ځکه چې دوی په خپلو کې یو بل ته لیږدول کیږي، او دا هغه څه ندي چې ننی انسان یې وایي!

او لدې مهمه دا ده چې ویدا د روحونو د لیږد نظریه نه لري، تر دې چې یو هندو عالم شري سټیاکم وديالنكار وایي: "د بیا زیږون عقیده په ویداس کې نشته، او زه هغه څوک ننګوم چې دا خبره کوي" [3]

[3] اوکمان، 104 مخ، : اسلام ته د هندوانو بلنه، 99 مخ، له کتاب څخه نقل شوی.

د ودیالنکار د خبرو د صحت تر ټولو ښه ثبوت دا دی چې هندوان د "شرادھا (Śrāddha श्राद्ध") په نوم پخوانی مذهبي رسم ترسره کوي، او د دې رواجونو موخه : د مړو روحونو ته سکون وربخښل دي.

نو روحونه څنګه لیږدول کیږي حال دا چې دوی د مړو روحونه اراموي.

د هندویزم له اوسنیو عقیدو څخه یو هم په (کرما) باور دی: کرما، د کرما د باور له مخې لکه څنګه چې انسانان د خپلو پخوانیو اعمالو په پایله کې زیږیدلی، نو څوک چې فاسد وي په بل نوي ژوند کې به په ټیټه طبقه یا لوی مصیبت کې زیږیدل کیږي.

نو پر دې اساس، هندوان ناروغ ته د هغه چا په سترګه ګوري چې په تېر ژوند کې یې ګناهونه کړي وي، او دا ناروغي یې د هغې ګناهونو پایله ده، نو دا غلطه او ذهن ګډوونکې انګیرنه ټول ژوند فاسدوي ځکه دا انسانیت ته هیڅ خدمت نه وړاندې کوي، بلکه پرېکړه کوي چي په خلکو کي ناورين په مخکني ژوند کې د تېرو جرمونو طبيعي سزا ده، او دا د وروسته پاتې، بې عدالتۍ او طبقاتي پخلايني يو ډول دی.

خو لویه ستونزه دا ده چې: په ویدا کې د کارما دغه عقیده چیرته ده؟

ویداتونه ښکاره وایې چې جنت او دوزخ شته چې الله یې خلکو ته د هغوی د عملونو پر اساس ورکوي، داسې نه چې په نورو څارویو کې - د روح - نوي زیږونونه تر سره کیږي.

رګ ویدا وايي: "ما په هغه ځای کې ابدي کړه چیرته چې هر ډول خوښۍ او خوندونه زیرمه شوي، او چیرې چې تاسو هغه څه ورکوئ چې نفسونه یې غواړي". [4]

[۴] رګ ویدا، منډیل: ۹، سوکت: ۱۱۳، منترا: ۹-۱۱.

په اوسني هندویزم کې له بنسټیزو باورونو څخه: له تکراري زیږونونو او د روحونو د لیږد - له مفکوري - څخه د خلاصون هڅه او هغه مرحلې ته د رسیدو لپاره چې د "موکشا Moksha मोक्ष" " په نوم پیژندل کیږي، په کوم کې چې انسان د الهي ذات سره یو ځای کیږي، مګر دا مفکوره د وجود په اړه په بشپړ ډول پر بدبیني لید ولاړه ده، ځکه د وجود هدف د وجود څخه د خلاصیدو هڅه ګرځیږي!

دا مفکوره د ټولنې لپاره خطرناکه ده، ځکه چې دا انسان له ډار څخه خلاصوي، هغه که هر څومره ناوړه کارونه وکړي، هغه به بیا وزیږیږي، او یوه ورځ به خامخا په راتلونکي زیږون کې وژغورل شي.

دا کار په بشپړه توګه د ویدا ګانو د تعلیماتو سره مخالف دی کوم چې ظالمانو او ګناهکارانو ته په خپل خپل ځای کې په سزا ورکولو صراحت کوي، لکه څنګه چې رګ ویدا وايي: "ډیر ژور ځای دی، د ګناهکارانو لپاره؛ بیخ یې ډیر ژوردی". [5]

[۵] رګ ویدا، منډل: ۴، سوکت: ۵، منترا: ۵.

نو دا ځای د تکراري زیږونونو له مفکورې څخه چیرته دی؟

او د هندویزم ترټولو مشهورې اوسنۍ علمي ستونزې په لاندې ډول دي: په طبیعي توګه د کائناتو رامنځته کېدو ته کتنه، اوسني هندویزم فکر کوي ​​چې کاینات منحل کیږي او بیا شکل غوره کوي او دا لړۍ پای نه لري، نو دا یوه عجیبه علمي غلطي ده چې د عصري ساینس سره په ټکر کې ده.

دا په بشپړه توګه ثابته ده چې عصري ساینس وايي چې دا کاینات یو مطلق پیل لري داسې چې لدې وړاندې نورو کائناتو شتون نه درلود.

د علم له لحاظه کائنات پیدا شوي... بغیر د کوم مخکني نمونې څخه جوړ شوي دي.

په همدې مناسبت، دا هماغه باور دی چې په ویدا کې شتون لري، د ویدا له نظره د دنیا ژوند ناڅاپه راڅرګند شوی، او آخرت هم شتون لري، خو د هندویزم په فلسفو کې چې وروسته رامنځته شوې لکه پوراناس Puranas ، چې پکې د نړۍ د تکرار او ابدیت خبره راڅرګنده شوې ده.

ننی هندویزم د ویدا د عقیدې، د معاصر علم او د اسلام د هغه دین مخالف دی چې ویدا لخوا منل شوی حق دی.

د مسلمانانو عقیده چې الله پاک په قرآن کریم کې نازل کړی دا ده چې کاینات پرته له مخکینۍ نمونې څخه څرګند شوي لکه څرنګه چې الله - تعالی - په خپل کتاب کې فرمایلي دي: {بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ} البقرة سورت ﴿١١٧﴾. (بې له نمونې پيدا كوونكى د آسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فيصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي)

د اسلام له نظره کائنات پيدا شوي دي، یعنې: له پخوانۍ بیلګې پرته راڅرګند شوي دي.

دا هغه څه دي چې ساینس ورته رسیدلی او هغه څه چې 1400 کاله مخکې د یو سړي لخوا پرې خبر ورکول شوی و چې رمه یې پيوله او محمد بن عبدالله نومیده؛ نوموړی د الله رسول او د اسلام پیغمبر و.

پدې کتاب کې زه د ډیری هغه ستونزو په اړه بحث کوم چې هندویزم ورسره مخ دي، او په مقابل کې نړۍ ته د ژوند، ثواب، عذاب او د وجود د مقصد په اړه اسلامي لید لوری وړاندې کوم، کوم چې په بشپړه توګه د ویدا له پاتې شوو او د فطرت سره سمون لري.

او دا تشریح کوم چې اسلام د انسان د اړتیا لپاره د ځواب ویلو ترټولو کره، معتبره او پیاوړې نمونه ده، تر څو د ژوند کولو په څرنګوالي پوه شو، او د انسان د شتون، او له شتون څخه یې د مقصد په مفهوم باندې پوه شو، پداسې ډول چې له فطرت، عقل او ساینس سره مطابقت ولري.

او دا کتاب د اسلام پر صحت ځینې دلیلونه وړاندې کوي، او هغه زېري چې د ویدا لخوا پدې دین سره ورکول شوي دي، ځکه ویدا په اسلام او د الله پر رسول؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - باندې زیری ورکړی، او هندوان یې پرې ایمان راوړلو ته رابللی دی.

او اسلام یوازې د ځمکې پر مخ له دینونو څخه یو دین ندی؛ بلکه دا هغه یوازینی توحیدي دین دی چې الله - تعالی - پرې ټول پيغمبران رالیږلي دي، ځکه ټول پيغمبران د دې لپاره راغلي چې خلک توحید ته راوبلي، او نن ورځ پدې سپیڅلي توحید پرته له اسلام څخه بل یو دین هم پاتې ندی، پداسې حال کې چې نور پاتې دینونه په شرک کې لږه او یا ډیره ونډه لري.

او الله - تعالی - له بشریت څخه له اسلام پرته بل دین نه قبلوي، الله - تعالی - په خپل کتاب کې فرمایلي دي: {وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} ﴿آل عمران سورت ٨٥ آیت﴾ (او څوک چې له اسلام نه غیر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى).

نو اسلام هغه دین دی چې الله - تعالی - پرې ټول انبیاء او رسولان رالیږلي دي.

او د اسلام اصلي ځانګړنه دا ده چې پدې کې الله تعالی ته د تسلیمېدو او یوازې د یو الله د عبادت معنا پرته ده، او په بتانو او مجسمو کې یې د الله - تعالی - هر ډول ځای پر ځای کېدل نفي کړي دي؛ لکه څنګه چې په اوسني هندویزم کې دي.

بیا کتاب په دې خبرې سره پای ته رسیږي چې څرنګه یو سړی الله - تعالی - ته غاړه ږدي ( مسلمانیږي)، او د اسلام معنا او اسلام ته اړتیا بیانوي.

نو راځئ چې د الله په برکت د کتاب سفر پیل کړو ...

۱- هندویزم څه شی دی؟

هندویزم: دا یو دین دی، یا په صحیح معنا : "د ژوند یوه لار" ده، چې پدې کې یو شمیر رسمونه، دودونه، عبادتونه، سپیڅلي کتابونه، او - یو شمېر - کائناتي او وجودي مفکورې شاملې دي.[6]

[6] د هندویزم مطالعه، ارویند شرما (نا ژباړل شوی).

هندویزم د ډیرو پیړیو په اوږدو کې د پېچلو مذهبي غونډو له لارې رامنځته شوی چې متنوع او ځینې وختونه متضاد عقیدوي سیستم ته مشروعیت ورکوي، او اوسنی هندویزم پدې کې هیڅ ښکیل ندی، ځکه ننی هندویزم یوه عقیده، یو مرجع او یا یو لازم شوی متن نه لري چې په پر مټ یې قضاوت وکړای شي.

که څه هم ویداتونه Vedas په مطلقه توګه د هندوانو تر ټولو سپېڅلي کتابونه دي، مګر هندوان یې په حیرانوونکي توګه مخالفت کوي؛ لکه څرنګه چې مونږ به پدې کتاب کې ورته اشاره وکړو، نو هندوییزم د ویدا په مخالفت سره، متفاوت افکار او یو له بل څخه لرې نظریات مني چې د لومړي ویداتونو له دورې سره هیڅ تړاو نلري.

هندویزم په ټولیزه توګه له مصیبتونو څخه د خلاصون موخه لري، وروسته به موږ واضحه کړو چې څنګه د دوی په مفکوره کې له مصیبت څخه خلاصون ترسره کیږي، او څنګه دوی د نجات په اړه د ویدا له عقیدې څخه سرغړونه وکړه، په کوم کې چې لا ډیری حقیقتونه پاتې دي. [7]

[7] هندویزم: نظریه او عمل، جینین د. فاولر ( ناژباړل شوی ).

2- دغه دين څنګه له يو بل سره نښتی پيدا شو؟

هندویزم د هند په معنا ده: د هند دولت، اقلیم، تاریخ، تداخل، او دودونه.

دا په هند کې نږدې یو ځانګړی مذهب دی، چیرته چې د نړۍ شاوخوا 95٪ هندوان شتون لري.[8]

[8] http://www.pewforum.org/files/2012/12/globalReligion-tables.pdf

هندویزم د لومړي ویداس په تعقیب رامنځته شو، خو له بده مرغه دا د فلسفې، عقیدې، کتابونو او مفکورو سره یوځای شوه او د پیړیو په اوږدو کې رامنځته شوه، د ویداس د عصر پسې په راتلونکې پړاو کې هندویزم، د هرمیت، باطني تنترونو Tantras او بھګواد ګیتا भगवद्गीता ا تعلیمات تعقیب کړل.

له میلاد څخه وړاندې له 1500 کال څخه تر 500 زیږدیز کال پورې، ډیری دغه مفكورْ او فلسفې د ویداس سره په کشمکش کې وي، او تیرې یې پرې وکړ، تر دې حده چې موږ نن ورځ له دې مفکورو او فلسفو پرته نور هیڅ شی نه وینو.

۳- په ځانګړې توګه د هندوانو عقیده څه ده؟

ننی هندویزم داسې عقیده ده چې په لوی شمیر خدایانو باور لري، په هندویزم کې بې شمیره خدایان شتون لري، او هندوان بیا هم په یو الله باور لري.

دوی تصور کوي چې خدای په دې ټولو مجسمو کې منحل شوی دی چې دوی یې درناوی کوي.

دلته ښايي ځينې داسې تصور وکړي چې: د هندوانو عقیده په یو خدای - او دا فکر چې دا مجسمې او انځورونه د خدای انځورونه دي - بت پرستي نده!

دا سخته غلطي ده!

دا عقیده لرل چې مجسمې د یو خدای انځورونه دي؛ دا د بت پرستانو د عقیدې اصل دی، هغه عقیده چې د بشريت د تاریخ په اوږدو کې د پیغمبرانو د تعلیماتو او د ویداس له تعلیماتو سره په ټکر کې ده.

ټول مشرکان چې د پیغمبرانو او د ویداس له تعلیماتو سره په ټکر کې دي په الله یې باور درلود، مګر دوی بت د خدای مجسمه ګرځولې وه، د الله په شتون باندې د مشرکانو عقیده او دا چې هغه یو دی له دوی څخه په الله، د هغه په رسولانو او په ویداس کافریدل نه نفي کوي تر هغه وخته پورې چې دوی دا بتان - په خدایتوب - نیولي وي.

په خدایۍ سره د بتانو نیولو، یا هغوی ته د نږدې کیدو، یا هغوی ته د درناوي کولو په تحریم کې د ویداتونو حکمونه صریح او قطعي دي. ویدا وايي: "څوک چې له الله پرته د نورو شیانو عبادت کوي چې جوړ شوي دي، نو هغه به په تیارو کې ډوب شي او د مودو لپاره به د اور عذاب وڅکي". [9] [۹] جار ویدا، سوکت: ۴۰، منترا: ۹.

څوک چې نن ورځ دا بوتان - په خدایۍ ونیسي - کوم چې هندو مذهب ورڅخه ډک دی نو د ویدا - دیانت - له مخې به هغه تل د دوزخ په اور کې پاتې شي. ویدا دا هم وايي چې: "د ټولو مالک، د غیبو عالم دی، هغه - ذات - چې د نورو معبودانو مرستې ته اړتیا نلري، هغه الله دی او انسان ته په کار دی چې د هغه عبادت وکړي، او هغه څوک چې له الله پرته نور معبودان نیسي، نو دوی بدبخته دي، تل لوی او ویرونکي مصیبتونه پيدا کوي ". [10] [۱۰] رګ ویدا، منډل ۱، سوکټ: ۷، منترا: ۹.

بلکه، دا په بهاګاواد ګیتا (भगवद्गीता) Bhagavad Gita کې یادونه شوې چې : "هغه څوک چې د خدای عبادت کوي خدایانو ته رسیږي، هغه څوک چې د پخوانیو مشرانو عبادت کوي هغه پخواني لاسته راوړي، څوک چې د شیطان عبادت کوي شیطان ترلاسه کوي، او څوک چې زما عبادت کوي هغه ما پیدا کوي". [11]

[11] بهاګاواد ګیتا Bhagavad Gita، 9-25. دا او داسې نور ډیر دلیلونه چې هندوان په ډاګیزه توګه د الله یووالي او د بتانو پرېښودلو ته رابلي، تر دې چې مهارچي ډینند سرسوټی وایې: په ویداتونو کې یو حرف هم داسې نشته چې خلک د بوتانو عبادت ته راوبلي؛ هغه چې له تیږو او داسې نورو شیانو څخه جوړ شوي دي. په ویداتونو کې هندوانو د توحید عقیده نه ده پريښي مګر په باطلو تعلیماتو سره چې په راتلونکې وروستۍ مرحله کې راغلې ده.

قرآن کریم چې الله تعالی پر خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، د دې خبرې تصدیق کوي چې د بوتانو عبادت کوونکي دا ګمان کوي چې دوی په یو الله ایمان لري، خو بیا هم دوی د دغو بوتانو په نیولو سره کافران دي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:

{وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّـهُ} [او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (،نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘].

الزمر سورت ۳۸ آیت.

او الله تعالی فرمایلي دي:

{وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّـهُ} [او یقینا که ته له دوی نه پوښتنه وکړې چې دوی چا پیدا کړي دي (نو) دوی به خامخا ووایئ چې ’’الله‘‘]

الزخرف سورت ۸۷ آیت.

(په خدایۍ) سره د دې بوتانو نیول د قرآن او ویدا په توافق سره انسان پر الله تعالی کافر ګرځوي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي.

{إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا ۚ إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّـهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ ۖ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} (یقینًا تاسو له الله نه غیر د بوتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ).

العنکبوت سورت ۱۷ آیت.

نو د الله سره روزي ولټوئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ، ځکه - الله - هغه ذات دی چې موږ ټول هغه ته ورګرځو.

نن ورځ د ځمکې پر مخ له اسلام پرته بل دین نشته چې د الله پر توحید پاتي وي او د شرک ټولې بڼې یې له منځه وړې وي.

لدې امله هر هندو ته په کار دي چې اسلام ته له تعصب پرته په بصیرت سره وګوري، او پدې دین کې د توحید عقیدې ته وګوري چې آیا د ده له فطرت سره اړخ لګوي او همدا رنګه د هغه څه سره چې ویدا پرې و دی، او کنه؟

د ټولو پیغمبرانو بلنه چې الله انسانانو ته رالېږلې هغه د الله - تعالی - یووالی دی په عبادت سره، او دا د ټولو بوتانو په لیرې کولو او هغه څه ته په غاړه اېښودلو سره کېږي چې د الله - تعالی - پیغبرانو پرې راتګ کړی، او هغه څه چې د دوی وروستي یو محمد بن عبد الله - صلی الله علیه وسلم - پرې راتګ کړی.

۴- په هندویزم کې په لسګونو بوتانو سره د یو خدای د استازولۍ مفکوره څنګه رامنځته شوه؟

د ویداس له زمانې وروسته د اوسني هندویزم لویه ستونزه په دې انګیرنه کې ده چې د یو معبود څو صفتونه د متعددو معبودانو غوښتنه کوي، یعنې دا چې څو خدایانو ته اړتیا ده.

دوی ګومان کوي ​​چې هر الهي صفت یو بوت لري چې د نوموړي صفت استازیتوب کوي.

نو خالق د دوی په اند:

براهما: د کائناتو پیدا کوونکی دی. او ویشنو: د کائناتو ساتونکی دی. شیوا: د کائناتو ویجاړوونکی دی [12]

[۱۲] د شرقي فلسفې او مذهب انسايکلوپيډيا، سټيفن شوماکر، ۳۹۷ مخ.

دا انګیرنه د استدلال او فطرت له محورونو سره تضاد لري او د هغه څه سره په تضاد کې ده چې په ویدا کې دي، ځکه د صفتونو له تعدد څخه د ذات تعدد نه لازمیږي. ځکه کیدای شي یو انسان هم هوښیار، هم پیاوړی او هم ادیب وي. نو د صفاتو له تعدد څخه د نوموړي انسان د ذات تعدد نه لازمیږي.

ځکه هوښیار انسان هماغه پیاوړی او هماغه ادیب دی.

او الله - تعالی - لره تر ټولو لوړ مثال دی.

ویدا هم په همدې حقیقت ټینګار کوي، په رګ ویدا کې راغلي دي: "هغه ته انډر، میتر او وایو ویل کیږي، او هغه مترشوا دی. هوښیاران یو خدای په مختلفو نومونو یادوي". [13] [۱۳] رګ ویدا: مندل: ۱، سوکت: ۱۶۴، منترا: ۴۶. او په ویدا کې د الله - تعالی - د نومونو او صفتونو دلایل ډیر دي.

نو نومونه او صفتونه په یو ذات دلالت کوي.

دا هغه - باور - دی چې لومړي ویدا درلوده، او اسلامي عقیده هم پر همدې بنسټ ولاړه ده، ځکه په اسلام کې الله - پاک - یو ذات دی؛ هغه لره نیک نومونه او لوړ صفتونه دي، الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَـٰنُ الرَّحِيمُ} (او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يوازې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى).

البقرة سورت ۱۶۳ آیت.

نو الله - هغه ذات دی - چې مهربان دی او همغه رحم کوونکی - هم - دی.

او الله - تعالی - په قرآن کریم کې فرمايي:

{هُوَ اللَّـهُ الَّذِي لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّـهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ} (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي).

الحشر سورت: ۲۳ آیت.

نو د نومونو او صفتونو ډیروالی په یو الله پورې اړه لري.

دویمه ستونزه په بېلابیلو بوتانو کې د معبود د صفاتو تجسید یا منحل کول دي، چې د کائناتو لپاره د دې بت لمانځنو په شتون کې هیڅ امنیت نشته.

لدې امله قرآن کریم له الله تعالی څخه د بت پرستۍ دا ټولې مفکورې نفي کوي، او دا ثابتوي چې د الله تعالی سره د نورو خدایانو نیول، د کائناتو د نا امنۍ تقاضا کوي.

{لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّـهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّـهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي)

الانبیاء سورت ۲۲ آیت.

که چیرته له الله - تعالی - سره نور معبودان وی، نو آسمانونه او ځمکه به برباد شوي وو.

{وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ} (او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي).

المؤمنون سورت: ۷۱ آیت.

۵- هندوان د خالق او مخلوق تر منځه اړیکي ته په کوم نظر ګوري؟

د ننیو هندوانو ډیری په وحدة الوجود ایمان لري، چیرته خالق او مخلوق سره یو دي، نو په اوسني هندویزم کې خالق یې په مخلوقاتو کې ورګډ دی، داسې چې ټول پيدا شوي شیان او پیدا کوونکی یې سره یو دي.[14]

[۱۴] د هندویزم انسایکلوپیډیا، جونز، ورایان او جیمز ډي، ۳۱۵ مخ (نا ژباړل شوی).

دا د ساینس، استدلال، مشاهدې او ویدا د ساده محورونو سره په ټکر کې مفکوره ده.

او - له شک پرته چې - د وحدة الوجود په فلسفه کې ډیری علمي او عقلي ستونزې شتون لري، د هغې له جملې څخه:

لومړۍ ستونزه: د دوی په نیز خدای په هر څه کې منحل شوی دی - که داسې وي - نو یووالي ته د رسیدو په موخه د موکشا ( Moksha मोक्ष) په نوم د دوی دودیز عبادت تر سره کول بیا څه معنا لري؟

څنګه داسې یو شي ته د رسیدو هڅه کوې چه هغه تا کې شتون لري... ته په هغه کې یې او هغه په تا کې دی؟

دویمه ستونزه: د وحدة الوجود په مفهوم کې فسق او ګناهونه په خپله معبود دی، ځکه چې معبود د دوی په اند تېروتنه او ګناه ده او هغه زنا او قتل دی، نو هغه په هر څه کې موجود دی، او دا د هر څه جوهر دی؛ نو بیا له ګناه او خطا څخه ځان خلاصول د څه لپاره؟

دوی ولې په ډیر ټینګار سره هڅه کوي چې له دنيوي خواهشاتو او شهوتونو لرې پاتې شي؟

آیا ګناه - په خپله - له وحدة الوجود - څخه نده؟

آیا دغه نړۍ په خپله خدای ندی؟

نو د اوسني هندویزم د دې مفکورې پر اساس د نیکۍ کولو لپاره هیڅ توجیه نشته چې باید ورباندې ټينګار وشي.

مګر ټول د نیکۍ پر کولو ټینګار کوي او پدې پوهیږي چې دا کار اړین دی، آیا همداسې نده؟

په نیکۍ کولو باندې ټینګار په اصل کې د سپیڅلي فطرت غوښتنې ته لبیک وېل دي، نو دا نیغ په نیغه د وجود په یووالي د فلسفې په غلطوالي یو فطري دلیل دی.

دریمه ستونزه: د وجود په یووالي عقیده د حقیقت د نسبت بیانولو ته وایي، ټول دینونه چې د بوتانو او تیږو عبادت کوي د هغوی په اند د خدای عبادت دی، ځکه چې خدای د دوی په عقیده کې بت او ډبره ده، نو خدای په هر څه کې دی او هغه هر څه دی.

د حقیقت دا نسبیت د معنا او ارزښت له لاسه ورکولو غوښتنه کوي، ځکه - پدې سره - هرڅه ریښتیا ګرځي! تیرو خبرو باندې دا هم ور اضافه کړه چې : د وجود په یووالي عقیده دې پوښتنې ته ځواب نه لري چې وایي: نړۍ له کوم ځای څخه راغلې ده.

نو دا فرض کول چې خالق هماغه مخلوق دی، دا یو بی بنسټه ګومان دی، ځکه چې دا ګومان د یو شي رامنځته کېدل د هغه د راښکاره کېدو پورې تړاو لري.

دا یو عجیب تناقض، او د عقلي له اړخه ناممکن دی.

څنګه کیدی شي چې یو شی دې په خپله د خپل ځان د رامنځته کېدو لامل شي، حال دا چې اصلا رامنځته شوی ندی.

څلورمه ستونزه: دا هم په ساينسي لحاظ ثابته شوې ده چې کاينات او هر څه چې پکې دي تازه رامنځته شوي او دا - خبره - د ټولو عاقلانو لخوا منل شوې ده.

کائنات د خپلې ټولې انرژۍ، مادې، ځای او وخت سره یوه نوې رامنځته شوې حادثه ده ...

په یقیني توګه دا هم په بې شمېره دلایلو سره واضحه شوې چې کائنات پیل لري، او په علمي لحاظ هم وړاندې لدې کائنات نه وو، بیا کائنات راښکاره شول.

نو کله چې کائنات نه وي، نو د وحدة الوجود نظریه څنګه منلی شو؟

که د وجود یووالی (وحدة الوجود) صحیح وي، نو د نړۍ ابدیت ته اړتیا لري، یا لږترلږه د مادې ابدیت ته.

عجیبه خبره خو دا ده چې معاصر هندوان د مادي نړۍ په ابديت ټینګار کوي، ځکه چې دا اړینه خبره ده چې پر مټ یې دوی د وجود یووالی توجیه کوي.

هندو عالم وییکانند Wiwekanand وایي: پر ځای (مکان) باندې نه وخت تیریږي او نه پکې بدلون راځي .[15]

[۱۵] هندویزم، وییکانند، ۶۱-۶۳ مخ. له کتاب څخه اقتباس: اسلام ته د هندوانو بلنه، د ډاکټر ابراهیم بن عبدالغفور لیکنه د دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره لیکل شوی، ایلاف خپرونه ټولنه د چاپ او توزیع لپاره 122 مخ.

معاصر هندوان اړ دي چې د مادي نړۍ د ابديت مفکوره ولري، ترڅو د وحدة الوجود له نظریې سره مطابقت ولري.

دوی به دې - باور - ته نه وو ننوتلي او په پیل کې به یې د وجود په یووالي باور نه و درلودلی، مګر شیطان په خپلو لارو د آدم اولادې ته ناست دی، هغه ته چې هر کله فرصت په لاس ورشي نو د آدم اولاده د انبیاوو له دین څخه اړوي.

الله - تعالی - په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: "إنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وإنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عن دِينِهِمْ، وَحَرَّمَتْ عليهم ما أَحْلَلْتُ لهمْ، وَأَمَرَتْهُمْ أَنْ يُشْرِكُوا بي ما لَمْ أُنْزِلْ به سُلْطَانًا".[16] "ما خپل ټول بندګان په حنیفیت (د یووالي عقیدې) سره پيدا کړي دي، خو دوی ته شیطان راغی او له خپل دین څخه یې واړول، هغه څه یې پرې حرام کړل چې ما ورته حلال ګرځولې وو، او ورته یې امر وکړ چې پر ما شرک وکړي، په هغه څه کې چې ما پرې کوم دلیل او حجت ندی نازل کړی". [۱۶] صحیح مسلم، ح: ۲۸۶۵.

نو ټول بشریت د الله په توحید و، تر دې چې شیطانان ورته راغلل او پدې کفریاتو سره یې دوکه کړل.

او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: "إنَّ الشَّيطانَ قعدَ لابنِ آدمَ بأطرُقِهِ".[17]. شیطان بني آدم ته د - هدایت - په ټولو لارو ناست دی ( تر څو یې ترې واړوي).

[17] صحيح سنن نسائي ج : ۳۱۳۴.

شیطان د انسان د ګمراهۍ لپاره هره لاره لټوي، او د نجات هیڅ لاره نشته پرته له تسلیمیدو څخه د توحید او عبادت هغه لارې ته چې پيغمبران پرې وو.

او ویدا په ډاګه ویلي چې نړۍ پیدا شوې ده او پيل لري.

او دا چې الله له مخلوق څخه خپلواک دی، او په هغوی کې منحل ندی.

هندوان څنګه د وحدة الوجود د باور دې مرحلې ته ورسېدل؟

رګ ویدا ऋग्वेद وايي: "اې الله! لمر او نړۍ دواړه، نشي کولی پر تاسو چاپیره شي او تاسو په خپل ځان کی ځای پر ځای کړي". [18]

[۱۸] رګ ویدا، منډل: ۱، سوکت: ۱۰، منترا: ۸.

دا له ویدا څخه څرګند ثبوت دی چې د وحدة الوجود عقیده غلطه ده، الله له خپل مخلوق څخه خپلواک دی او لمر او سپوږمۍ معبود نه دي.

رګ ویدا هم وايي: "الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ یې پیدا کړي، او هغه د نړۍ او هغه څه چې په دې کې دي مالک دی، او هغه هغه ذات دی چې لمر، سپوږمۍ، ځمکه او آسمان یې پیدا کړي دي".[19]

[19] رګ ویدا، منډل: 10، سوکت: 190، منترا: 2-3.

د وحدة الوجود او د مادي نړۍ د ابدیت د انکار لپاره کومه عقیده له دې څخه روښانه کیدی شي؟

او الیجر ویدا وايي: "هغه؛ هغه ذات دی چې له هغه څخه مخکې هیڅ شی نه دی پیدا شوی، او هغه زموږ خالق او مالک دی، او هغه په ​​هر څه پوهیږي". [20]

[۲۰] یجر ویدا، سوکت: ۳۲، منترا: ۱۳.

له الله څخه هیڅ شی وړاندې ندی پيدا شوی، نو هغه لومړی دی او نړۍ الله تعالی پيدا کړې ده، ابدي نده: "هغه لوی دی، د ځمکې او آسمان مالک دی". [21]

[۲۱] رګ ویدا، منډل: ۱، سوکت: ۱۰۰، منترا: ۱.

او قرآن کریم هم د همدې روښانه حقیقت تصدیق کوي، الله تعالی له نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکې خپل پیغمبر محمد بن عبدالله - صلی الله علیه وسلم - ته وحې کړې ده چې الله له خپل مخلوق څخه جلا دی، په خپل عرش باندې برابر دی، په مخلوقاتو کې نه منحل کیږي او نه مخلوقات په هغه کې منحل کیږي.

الله تعالی فرمایلي دي:

{اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ}. (الله هغه ذات دى چې آسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز او نه شفاعت كوونكى شته، آیا نو تاسو پند نه اخلئ!)

السجدة سورت: ۴ آیت.

د پېغمبرانو د عقيدې اصل او د هغوى د دين او شریعت اصل دا دى چې الله خالق، یو دی دویم څوک ورسره نشته، جدا دی، یعنې د خپلو مخلوقاتو نه په پوره توګه جلا دی او پدوی کې منحل ندی.

د وجود د یووالي په فلسفه کې پنځمه ستونزه دا ده چې: دا فلسفه تر ټولو مهمې پوښتنې ته ځواب نه وایي چې: نړۍ له کوم ځای څخه راغلې؟ د دې فلسفې له مخې نړۍ څنګه راڅرګنده شوه؟ بیا: په پیل کې د دې فسلفې ویونکی څوک دی؟

او پر دې دلیل او ثبوت څه دی؟ د دې عقیدې په اړه ډیرې پوښتنې او ډیرې ستونزې را ولاړې شوې، چې د عصري علومو، استدلال، ویدا او د پیغمبرانو د دین سره په ټکر کې دي. ۶- هندویزم ژوند او مرګ ته په کومه سترګه ګوري؟

اوسني هندویزم د بیا زیږون مفکورې او د نسل د نه ختمیدونکي دورې پر اساس ولاړ دی: مونږ په هندویي تصور کې د زیږونونو په یو ګرداب کې تاویږو، هر ژوندی مخکې په یو وجود کې زیږیدلی او د هغه روح به د هغه له مړینې وروسته بل وجود ته تیریږي. او همداسې، دا هغه څه دي چې په هندویزم کې د سامسار Saṃsāra संसार.[22] په اصطلاح سره پیژندل کیږي: د روحونو د لیږد په دې مسله کې ډیری فکري او ساینسي ستونزې شتون لري، چې له جملې څخه یې:

لومړۍ ستونزه: د "ترتولین د اعتراض Tertullian's objection" په نوم پیژندل کیږي. هغه وايي: که چیرته د ارواګانو لیږد ریښتیا وي، نو ولې تي خوړونکي کوچنیان د لویانو په څیر ذهني وړتیاوو سره نه پيدا کیږي؟ [۲۳] کوګن، رابرټ. (1998)، انتقادي فکر: ګام په ګام، د امریکا د پوهنتون چاپ، مخ. 202-203 دویمه ستونزه: که چیرته د ارواګانو لیږد ریښتیا وي، نو باید چې د ژوندیو موجوداتو شمیر ثابت وي، ځکه چې دوی د زیږون په دوران کې یو له بل سره بیا زیږیدلي دي، او دا د نن ورځې یو عاقل سړی نه وایي!

دا ثابته شوې ده چې په لومړي سر کې یو وخت و چې د ځمکې کرې اصلا شتون نه درلوده، او یو وخت و چې په ځمکه کې ژوندي مخلوقاتو شتون نه درلود او یو وخت و چې ژوندي موجودات په دغه شمیر کې نه وو، بلکه ډېر لږ وو او بيا د وخت په تېرېدو سره زيات شول او همدا نن د انسانانو په اجماع ثابته ده.

او داسې یو وخت هم و چې د نن ورځې په پرتله لږ خلک وو.

د انسانانو شمیر په اجماع سره ثابت نه دی ټاکل شوی، نو څنګه د ارواګانو بیا زیږون په ثابتو پړاوونو کې واقع کیږي؟

دریمه ستونزه: ولې د دې فلسفې له خاوندانو پرته بل څوک نه شته چې تېر ژوند - هغه پخواني زیږون - یې په یاد وي په کوم کې چې و.

د روت سیمنز Ruth Simmons په نوم یوه امریکایی مېرمن وه چې د بریډي مرفي Bridey Murphy په نوم یې بلې میرمنې ته د اروا لیږنې ادعا کړې وه، نو روث سیمونز په نولسمه پیړۍ کې په ایرلینډ کې د بریډي مرفي په وخت کې د خپلو تیرو یادونو په راژوندي کولو پیل وکړ، بیا وروسته څیړونکو د روث د ژوند په اړه څیړنې پیل کړې. په پایله کې دا جوته شوه چې هغې د بریډي مورفي په نوم یوه بله پخوانۍ ګاونډۍ درلوده، او هغې د آیرلینډ څخه د بریډي یادونه له ځان سره راوړي و، او بیا یې ځانته نسبت ورکړی و، بیا یې ادعا کړې وه چې هغه بریډي ده. [24]

[24] د روث سیمنز د حالت یادونه: https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/12116612 (د ډاکټر فوز کردي له ویب پاڼې څخه نقل شوی).

د ارواګانو لیږد یو تصور او تخیل دی، او د ساینس او ​​​​حس له ډیرو ساده محورونو سره هم په ټکر کې دی.

پاول اډوارډز، د فلسفې د انسایکلوپیډیا رییس مدیر او د نیویارک په پوهنتون کې پروفیسور، وايي: "د ارواګانو لیږد یوازې یو تصور دی چې د عصري ساینس سره په ټکر کې دی". [25]

[25] Edwards, Paul. (2001), Reincarnation: A Critical Examination, Prometheus Books.

نو انسان چې کله مړ شي هغه بیا په بل ژوندون کې نه زیږيږي.

او ویدونه تل په دې حقیقت ټینګار کوي، په ویدونو کې د اراوګانو د لیږد یا سمسارا خبرې نشته.[26]

[26] Yuvraj Krishan: Bharatiya Vidya Bhavan, 1997.

تر دې چې هندو عالم شري سټیا کام او دیالنکار وویل: "د بیا زیږون عقیده په ویدانونو کې نشته او زه هغه څوک ننګوم چې داسي وايي". [27]

[۲۷] اواکمن، ۱۰۴ مخ: اسلام ته د هندوانو بلنه، له کتاب څخه نقل کړی. د ډاکټر ابراهیم بن عبدالغفور لخوا لیکل شوی، د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره، ایلاف خپرندویه او توزیع مطبعه، ۹۹ مخ.

د دیالنکار د خبرو د سموالي لپاره غوره ثبوت دا دی چې هندوان د "سرادها Śrāddha श्राद्ध"" په نوم مذهبي مراسم ترسره کوي چې موخه یې د مړو ارواو ته سکون ورکول دي.

نو اروا څنګه لیږدول کیږي په داسې حال کې چې هندوان د مړو ارواګانې اراموي؟

او قرآن کریم، چې الله پر خپل پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل کړی، په هغه چا رد وکړ چې وايي ژوند تکراري دی او ویل یې:

{إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ} ( نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو).

المؤمنون سورت: ۳۷ آیت.

نو الله؛ په خپل غالب کتاب کې پر دوی رد وکړ، نو ویې فرماېل:

{أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ} (آیا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي). یس سورت: ۳۱ آیت. نو څوک چې مړ شي بیا یې دنیا ته راتګ او یا بیا ځلې راګرځیدل نشته.[28]

قرطبي په خپل تفسیر کې وايي: دا آیت د هغو کسانو لپاره ځواب دی چې ادعا کوي په مخلوقاتو کې داسې کسان شته چې له مرګ وروسته له قیامت څخه وړاندې بیا را ژوندي کېږي. الله تعالی فرمایلي دي: {لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَىٰ} دوى به په دغو كې مرګ نه څكي غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى).

الدخان سورت: ۵۶ آیت.

نو دا د مسلمانانو عقیده ده، او هغه د ویدا عقیده ده چې؛ هغه چې له بده مرغه هندوانو پریښې ده.

څلورمه ستونزه د ارواګانو په لیږد کې ده : دوی ادعا کوي چې هدف یې د مطلق سره د یووالي مرحلې ته رسیدل دي یا هغه څه چې د موکشا په نوم یادیږي، د دې تکراري زیږونونو څخه د خلاصون په موخه، او د دې معنا دا ده چې تکراري زیږونونه عذاب دی.

مګر څوک وایې چې تکراري زیږونونه عذاب دی؟

له ډیری خلکو که تاسو وپوښتئ چې آیا غواړئ بیا وزیږول شئ او بیا ژوند تجربه کړئ، نو ډیری به یې په هو سره له ځواب ورکولو څخه ډډه ونکړي.

برسېره پردې، د وجود په اړه دا شوم نظر چې - وجود - عذاب دی یو ناهیلی کوونکی نظر دی، ځکه په شتون کې ډیر خیر او بې شمېره نعمتونه دي.

موکشا د هغه څه څخه یو خیالي نجات دی چې په واقعیت کې شتون نلري!

پنځمه ستونزه: د ارواګانو د لیږد فلسفه د هر جرم او نافرمانۍ په ترسره کولو کې د بې پروایۍ لور ته هڅول کوي، او د جرمونو تر سره کول توجیه کوي، ځکه چې انسان به خامخا په راتلونکي زیږون کې له نورو زیږونونو خلاص شي، نو له خپل اوسني زیږون څخه دي خوند واخلي.

دا د هر ډول جرم سره د پخلاینې استازیتوب کوي، او شاید همدا دلیل وي چې هند په نړۍ کې د جرمونو ترټولو لوړه کچه لري، په ځانګړې توګه د جنسي تیري جرم.[29] [29] https://en.wikipedia.org/wiki/Rape_in_India او هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ډله ایزو جنسي تیريو جرمونو ګراف پکې خورا لوړ دی.

7- د هندوانو په نیز د تکراري زیږونونو او د ارواګانو لیږد نظریو سرچینه څه ده؟

هیڅوک پر دې نه پوهیږي چې دا مفکورې له کوم ځایه رامنځته شوې او بنسټګر یې څوک دی، او پدې هم نه پوهیږي چې د دې لپاره یې دلیل څه دی.

په ویدانونو کې هم د زیږونونو په تکرار باندې کوم دلیل نشته، او نه هم په ویدانونو کې د ارواګانو د لیږد په اړه یوه کلمه شته، دا نظریات یوازې د پرانانو Puranas په وروستیو فلسفو کې څرګند شول.

لرې نده چې دا مفکورې دي د کوم هندو عبادت کوونکي ذهن ته ورټوپ کړی وی، لکه یو ډول تخیل؛ ځکه هغوی د اوږدو مودو لپاره له خوراک او څښاک پرته کیني، لکه څنګه چې د پرانا (Prana)په دودیزو مراسمو کې تر سره کیږي.

او ښکاره ده چې د پرانا رسمونو تر سره کوونکي د خوراک یا څښاک پرته په یو ټاکلي حالت کې د اوږدې مودې لپاره کیني.

او دا بشپړ چوپتیا چې له خوراک او څښاک پرته په یوه ځانګړې وضعیت کې د څو ساعتونو لپاره وي، د وخت په تیریدو سره په وینه کې د ګلوکوز د کمیدو سبب ګرځي چې له امله یې د مغز په آیونونو کې عدم توازن رامنځته کیږي، نو د انډورفین هرمون څخه په نا انډوله توګه افرازات رامنځته شي او انسان ته کاذب تخیلات پیدا شي چې ګومان کوي یو څه پېښ شوي خو په حقیقت کې هغه نه وي پیښ شوي. [30].

[30] https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/8931651 (د امریکا د بایو ټیکنالوژۍ د څیړنې ملي مرکز ویب پاڼه، یوه حکومتي ویب پاڼه او په نړۍ کې د طبي څیړنو یو له لویو حوالو څخه ده).

هغه نظریه چې - د هندوانو عبادت کوونکي - یې لري او هغه څه چې دوی په پوراناس کې د تکراري زیږونونو په اړه لیکلي؛ تخیل او یا مغزي نشې ته نږدې حالت دی.

دا د عصري ساینس د راپور له مخې، لکه څنګه چې د امریکا د بایو ټیکنالوژۍ د څیړنې ملي مرکز چې یوه حکومتي ویب پاڼه او په نړۍ کې ترټولو لوی طبي مرکز دی وايي چې پدې بڼه د اوږد مهال لپاره په وینه کې د ګلوکوزو کموالی وهمي حالت(هالوسینیشن) رامنځته کوي. [31].

[۳۱] مخکینۍ سرچینه.

امام ذهبي رحمه الله فرمایي: بیا د علم نه خالي عبادت کوونکی چې کله زهد، ګوښه والي او لوږې ته مخه کړي، غوښه او میوه خوړل پریږدي او یوازې فکر کولو او زړه ماتولو باندې بسنه وکړي، نو نفسي خطرونه ورسره مل شي او شیطان پکې وځي او ننوځي نو ګومان کوي چې موخې ته ورسیده، او خبرې ورسره وشوې، او پرمختګ یې وکړ، نو شیطان ته په ګوتو ورشي او وسوسې ورته پيدا کوي [۳۲] .

[32] سیر اعلام النبلاء، د : احمد ابن ابی الحواری ژباړه، د ډاکټر فوز کردي له ویب پاڼې څخه نقل شوی.

اسلام پدې بڼه زهد او پر ځان له دا ډول تکلیف راوستلو څخه منع فرمایلې.

پر ځان دا ډول فشار راوستل د وخت په تیریدو سره د فکرۍ کمزورۍ او دیني فساد لامل ګرځي.

الله - تعالی - په قرآن کریم کې فرمایلي دي:

{قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّـهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ} [ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزق څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟)]

الأعراف سورت: ۳۲ آیت.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "لا تُشَدِّدُوا على أنفُسِكم ؛ فيُشَدِّدَ اللهُ عليْكُمْ ، فإِنَّ قومًا شدَّدُوا على أنفُسِهم ، فشدَّدَ اللهُ عليهم فتلْكَ بقاياهم في الصوامِعِ والديارِ "په خپلو ځانونو ډیره سختي مه راولئ، چې الله به پر تاسو سختي راولي، یو قوم و چې پر ځان یې سختي راوستې وه، نو الله پرې سختي راوسته، نو دایې په کورونو او کلیساګانو کې پاتې شوني دي".

{وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ} (او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ پر دوى باندې لازم كړى نه و). الحدید سورت ۲۷ آیت. [۳۳]

[۳۳] سنن ابي داود، د حدیث شمېره: ۴۹۰۴، د حدیث درجه: صحیح.

نو دې سختۍ وهمونه وزیږول، چې له امله یې د ویدا ضد مفکورې رامنځته شوې، کوم چې نن د هندویزم لپاره اصل ګرځیدلی دی. او که چېرته مقابل لورې ته هغو واقعي معجزو ته وګورو چې الله - تعالی - پرې د خپلو انبياوو تائید او مرسته کوي، نو معجزې خو په ناڅاپي ډول پرته له مخکنې چمتووالي څخه رامنځته کیږي، او خلک يې په خپلو سترګو ويني، او بیا هم انسانان نه شي کولای چې د هغه په ​​څېر راوړي!

دا د پیغمبرانو د خبرونو او د هندوانو ځان ښودونکو عابدانو ترمنځ توپیر دی.

۸- هندوان کائناتو ته په کوم نظر ګوري؟

د هندویزم د فلسفې له مخې کائنات د انحلال په حالت کې دي او بیا بیرته راڅرګندیږي او همداسې د تل لپاره.

چیرته چې کائنات جوړیږي، بیا منحل کیږي بیا یې جوړښت تکراریږي، او همداسې ...

او د کائناتو په اړه دا تصور چې منحل کیږي او بیا جوړیږي یوه علمي غلطي ده.

کاینات په ساینسي لحاظ د نورو کائناتو څخه مخکې نه و، بلکه دا په بې سارې توګه داسې پيدا شوی چې وړاندې ترې بله داسې بیلګه نه وه.

او دا د مسلمانانو هغه عقیده ده چې له نن څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې د مکې خلکو ته د یوه سړي له خوا راوړل شوې وه چې د یو څو پیسو په مقابل کې یې د مکې د خلکو چوپاني کوله. هغه - سړی - د محمد بن عبدالله په نوم د الله رسول او د اسلام پیغمبر دی؛ صلی الله علیه وسلم. الله پاک هغه ته وحې وکړه چې دا کاینات له پخوانۍ بېلګې پرته پیدا شوي دي، نو الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي.

{بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ} (بې له مخکنۍ نمونې پيدا كوونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فيصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي)

البقرة سورت ۱۱۷ آیت.

۹- د هندویزم له نظره د انسان بدن له څه شي څخه جوړ شوی دی؟

په هندویزم کې د انسان بدن له پنځګونو قواو څخه جوړ شوی دی - چې عبارت دي له -: اوبه، ځمکه، هوا، اور او جلوه وهونکې ماده.

او ټول کائنات، او څه چې پدې کې دې، د دې پنځو عناصرو څخه جوړ شوي دي.

د پنځو عناصرو څخه هر یو یې ورته سیارې لري، مریخ اور لرونکی دی او زحل ځمکني دی، او د انسان هر غړی په پنځو عناصرو کې له یو سره ورته والی لري، توری ځمکني دی او زړه اور لرونکې ده.

هر څه چې په موجوداتو کې دي د پنځو عناصرو له مخې طبقه بندي شوي حتی وختونه هم، او د هغوی په اند ناروغي بل څه نه دي پرته لدې چې د پنځګونو عناصرو په توازن کې کوم نقصان رامنځته شي.

د پنځو عناصرو مفکوره د پرانا Prana لخوا خپره شوه، کوم چې د لوږې دودونه او د ساعتونو لپاره د بشپړې چوپتیا ناستې دي.

له بده مرغه، د پنځو عناصرو مفکوره په نړۍ کې خپره شوه او په انرژۍ سره د ډیری درملیزو علومو پایله وګرځیده.

درملنې اصلي علوم په انرژۍ، میکروبیوټکس، فینګ شوئ، رنګ سره درملنه، او داسې نورو طریقو سره د دې عناصرو په کنټرول ولاړ دي.

د دوی په اند د دې پنځګونو عناصرو کنټرول دوی روزي راجلبوي او بدي له منځه وړي.

نن ورځ د هندوانو په معبدونو کې د دې پنځو عناصرو د کنټرول لپاره مساج ترسره کیږي، پدې باور چې دا د ډیرو ناروغیو درملنه ده.

او دا د پنځو عناصرو مفکوره په هیڅ شي کې د علم سره تړاو نلري.

او دا د فزیک او یا طب سره هیڅ تړاو نلري.

بلکه، ساینس د دې او دې پورې اړوند مفکورو غندنه کوي ځکه دا یو ډول خرافات، شکونه او دوکه ورکوونکی عمل دی.

د پنځګونو عناصرو نظریه په جعلي علومو کې طبقه بندي شوې ده.[34]

[34] "Energy – (according to New Age thinking)", The Skeptic's Dictionary, 2011-12-19.

او پدې پورې اړوندو کړنو باندې پریکړه شوې چې دا افسانې او وهمونه دي. [35]

[35] "Some Notes on Wilhelm Reich, M.D", Quackwatch.org, 15-02-2002.

د پنځو عناصرو مفکوره کیدی شي د یو عابد ذهن ته داسې وردانګلي وي لکه څرنګه چې د تکراري زیږونونو فکر او د روحونو د لیږد مفکورې وردانګلې و، ځکه چې د دې لپاره هیڅ عقلي، علمي او یا منطقي دلیل شتون نلري.

دا یوازې یو خیالي نظر دی.

ستونزه دا ده چې د دې مفکورې عملي کول یوازې د بت لمانځونکي تلسمونو (تعویذونو)، سیارو، شکلونو، سمبولونو، رنګونو او کوډو سره تړاو لري چې الله په دې اړه هیڅ حکم نه دی نازل کړی [۳۶] .

[36] ما په انرژۍ سره د درملنې مسله کې په یوه بشپړ خپلواک کتاب کې بحث کړی دی چې عنوان یې دی: رواني الحاد.

اسلام له معاصر علم څخه وړاندې د پنځو عناصرو له نظریې څخه خلک ژغورلي دي، ځکه چې دا عملونه د سمې درملنې په کولو کې د ځنډ لامل ګرځي، او د حقیقي نړۍ سره موازي انسان په دوکوو کې د ژوند کولو، او له الله پرته د بل چا سره د اړیکو رغولو لامل ګرځي، لدې امله اسلام د دغو کړنو پر وړاندې په ځان ژغورلو سره سخت ټینګار کړی دی، الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي دي:

"أصبحَ من عبادي مؤمنٌ بي وكافرٌ فأمَّا من قالَ مُطِرنا بفضلِ اللَّهِ ورحمتِهِ فذلكَ مؤمنٌ بي كافرٌ بالكوكبِ، وأما من قال مُطِرنا بنَوْءِ كذا وكذا فذلكَ كافرٌ بي مؤمنٌ بالكواكبِ".[37] «زما له بنده ګانو څخه ځینو پداسې حالت کې سبا کړ چې پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور کفر کوونکي وو، نو څوک چې ووایي د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما مؤمن او په ستورو کافر شو، او څوک چې ووایی، د فلاني ستوري - په راختو سره - پر مونږ باران وشو، نو دا انسان پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی شو».

[۳۷] صحیح مسلم، : ۷۱ شمېره حدیث.

څوک چې پر سیارو باور لري او په انسانانو یې اغیزمن ګڼي او دا چې د انسانانو په رزق کې ونډه لري، نو په الله یې کفر وکړ، او څوک چې په الله ایمان ولري نو هغه د انسانانو په تقدیر کې د سیارو په مداخله کولو کافر دی.

او په یقیني توګه رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

"إنَّ الرُّقى، والتَّمائمَ، والتِّوَلَةَ شركٌ".[38] "په یقني توګه چې - شرکي - دمونه، بندونه، او تعویذونه شرک دی".

[۳۸] صحیح الجامع،: ۱۶۳۲، شمېره حدیث.

لدې امله، یو مسلمان د پنځو عناصرو خرافات او ورسره د تعویذونو او بندونو په افسانو باندې باور نلري.

بلکې اسلام تائیدوي چې د تعویذونو، هندسي شکلونو، د انرژۍ پنډولم او داسې نور - څېزونه - چې د پنځو عناصرو پورې اړه لري او دا باور لرل چې دا تعویذونه ګټې او ضررونه لري؛ په الله د شرک او کفر اصل دی.

او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یو سړی ولید چې په لاس کې یې د مسو یوه کړۍ وه، نو ورته یې وفرمایل: "ما هذا؟ قال: مِن الواهنةِ قال: ما تَزيدُك إلَّا وَهْنًا، انبِذْها عنكَ فإنَّكَ إنْ تمُتْ وهي عليك وُكِلْتَ عليها".[39] "دا څه دي؟ هغه وویل: د کمزورۍ له امله- مې اچولې ده - ویې فرمایل: دا به دې کمزوري نوره هم زیاته کړي، درڅخه یې لرې کړه، که چیرته ته مړ شوې او دا پر تا وي، نو همدې ته به وروسپارل شې".

[۳۹] صحیح ابن حبان: ۶۰۸۵ شمېره حدیث.

او په بل روايت کې راغلي: "فإنك لو مت وهي عليك ما أفلحت أبداً".[40] که ته په داسې حال کې مړ شوئ چې هغه پر تا باندې وه، نو هيڅکله به بريالی نه شې.

[۴۰] صحیح دی، د الهیتمي المکي له روایت څخه، الزواجر، ۱ ټوک، ۱۶۶ مخ.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایلي دي: - پدې نیت - د تعویذونو جوړول چې تر شا ګټې پریږدي او زیانونه دفع کوي همدا لوی شرک دی [۴۱] .

[۴۱] مجمع الفتاوی، ۹ ټوک، ۳۴ مخ.

دا هماغه عقیده ده چې د بهاګواد ګیتا - Bhagavad Gita भगवद्गीता - لخوا رامنځته شوې ده: "هغه څوک چې د خدایانو عبادت کوي نو خدایان تر لاسه کوي، او هغه څوک چې د پلرونو عبادت کوي هغه پلرونه تر لاسه کوي، او هغه څوک چې د شیطان عبادت کوي شیطان ترلاسه کوي، او څوک چې زما عبادت کوي هغه به ما ومومي". [42]

[42] بهاګاواد ګیتا، 9-25.

هر هغه څوک چې له الله - تعالی - پرته د دې طلسمونو سره تړاو لري نو هغه له الله - تعالی - څخه بغیر د بل څوک عبادت کوونکی دی.

د ویدا په وینا، د هغه برخلیک د دوزخ په اور کې ابدیتوب دی. الیګر ویدا وايي: "څوک چې له الله پرته د جوړ شوو شیانو عبادت کوي، هغه به په تیاره کې ډوب شي او وخت په وخت به د دوزخ عذاب وڅکي" [43].

[۴۳] یګر ویدا، سوکت: ۴۰، منترا: ۹. زمونږ پاک پروردګار فرمایلي دي: {بَل لِّلَّـهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا}سوره الرعد ۳۱. (بلكې امر (اختیار) ټول خاص د الله لپاره دى). او نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "إذا سألتَ فاسألِ اللهَ ، وإذا استعنْتَ فاستعِنْ باللهِ".[44] کله دې چې سوال کاوه نو له الله نه یې وکړه، او کله دې چې مرسته غوښتله نو په الله یې وغواړه".

[۴۴] سنن الترمذي، حدیث شمېره: ۲۵۱۶، صحيح. له همدې امله مسلمان د پنځو عناصرو، سیارو، تعویذونو او بندونو د اغیزې په خرافاتو باور نه کوي، بلکې باور لري چې دا عین بت پرستي، ګمراهي، شیطانت او خرافات دي.

۱۰- د هندو ټولنې انځور څرنګه دی؟ هندو ټولنه د ارواګانو د لیږد او د کرما په نظریو د باور له امله یوه طبقاتي ټولنه ده.

چیرته چې به فاسد انسان په راتلونکي زیږون کې د لومړي - ژوند - په پرتله په ټېټه طبقه کې وي

نو ځکه، مصیبت ځپلی د هغه د ستونزو مستحق دی ... دا د بې وزلو او مصیبت ځپلو په وړاندې د ظلم بشپړ انسجام او د هغوی پر وړاندې بې تفاوتي ده ... دا په ډاګه د تیري کولو سره عادي کول دي. په هندویزم کې انسانان څلورو طبقو ته ویشل کیږي چې عبارت دي له:

۱- برهمن: ښوونکي او پادریان.

۲- کشتریه: جنګیالي او پاچاهان.

۳- ویچی: بزګران او سوداګر.

۴- چهودرا: مزدوران.

او تر ټولو ټیټه طبقه: چودرا ده - د دوی په اند - هغه پرېښودل شوې کسان دي چې په ناپاکو کارونو اخته دي لکه پاکوالی او خدمت.

د هر چا طبقه د هغه د کار، جامو او خوراک ډول ټاکي.

او واده هم د یوې طبقې په چوکاټ کې ترسره کیږي.

یو سړی د ژوند تر پایه هغه طبقې ته په منسوبېدلو اړ دی چې پکې زیږیدلی وي.

دا طبقاتي مفکوره لکه څنګه چې ما وویل، د ارواګانو د لیږد او کرما له عقیدې څخه - په ګناه او ثواب - کې سرچینه اخلي، نو شوډر د دې مستحق دی چې له پامه وغورځول شي، ځکه چې هغه خامخا په تیرو زیږونونو کې ګناهکار و، ځکه خو پدې طبقه کې وزیږید.

دا تحریف شوی غلط فهم ټول ژوند فاسدوي، ځکه د دې تصور پر بنا مونږ کولای شو په ټولنه کې له پامه غورځیدلو اشخاصو سره مرسته کول د کرما یو ډول بې عزتي وګڼو.

دا د وروسته پاتې والي، بې عدالتۍ، طبقاتي ژوند او استبداد سره یو ډول پخلاینه ده. د ارواګانو لیږد او د کرما فلسفې دا طبقاتي حالت رامنځته کړی او د هغه ناچارو، ناروغو، او بې وزلو خلکو په وړاندې یې دا غلط تصور پیدا کړی دی چې په لاس کې یې هیڅ نشته. هندویزم د کمک او دوی ته د مرستې لاس ورکولو فرصت له لاسه ورکړی .

د هندوانو دغه نظر د انساني فطرت له طبیعت سره مخالف نظر دی، هغه فطرت چې له کمزورو، اړمنو او ناروغانو سره د خواخوږۍ په لور هڅول کوي او د هغوی پر وړاندې په احساس درلودلو ټینګار کوي، تر څو ورته خدمتونه وړاندې او ورڅخه د زیان او کړاونو د کمولو هڅه وشي.

زه نه پوهیږم چې هندوان څنګه د آخرت په ورځ له باور څخه - چې په ویدا کې لیکل شوي ده - لیرې شوي دي؛ هغه عقیده چې په واسطه یې د انسان ژوند سمیږي او د دنیا په اړه یې نظر هم سمیږي، د انسان سره محاسبه کول په آخرت کې د الله تعالی په وړاندې وي، او ټول انسانان بې ګناه نړۍ ته راځي، او اړمنو ته د مرستې لاس ورکول په آخرت کې د الله تعالی په وړاندې د انسان مرتبه لوړوي.

د دواړو نظرونو څخه کوم یو د انسان لپاره مناسب دی او د هغه فطرت ته نږدې دی؟

د کرما فلسفه...یا د ویدا عقیده؟

په رګ ویدا کې راغلي: "اې الله، ته یو صالح سړي ته غوره اجر ورکوي". [۴۵]

[۴۵] رګ ویدا، منډل: ۱، سکوټ: ۱، منترا: ۶. په هغه کې راغلي دي: «ما په هغه ځای کې تلپاتې کړه چې هر ډول خوندونه او خوشحالۍ پکې دي، په هغه ځای کې هغه څه ورکول کیږي چې نفس یې غواړي». [۴۶] [۴۶] رګ ویدا، منډل: ۹، سوکت: ۱۱۳، منترا: ۹-۱۱.

نو دا د ویدا عقیده ده.

هلته جنت دی چې په هغه کې به نیکانو ته نعمتونه ورکول کیږي.

د ویدا په وینا ، او هلته د ګناهکارانو لپاره چمتو شوی عذاب هم شتون لري.

رګ ویدا وايي: "د ګناهکارانو لپاره ډیر ژور ځای دی چې بیخ یې لرې دی". [۴۷]

[۴۷] رګ ویدا، منډل: ۴، سوکت: ۵، منترا: ۵.

نو دا ځایونه د زیږونونو د تکرار او د ارواګانو د لیږد له نظریې څخه چیرته دي؟.

د کرما په فلسفه کې د ګناهکارانو لپاره ترټولو ژور ځای چیرته دی؟

نو په ټوله کې د کرما فلسفه یوه بشري اختراع او د ویدا د اصل مخالف تصور دی.

یقینا د ټولو انبياوو عقيده: د آخرت په ورځ، جنت او دوزخ ایمان لرل وو، او دا چې انسانان پاک او بې ګناه پیدا کیږي.

دا هغه باور دی چې له فطرت سره موافق دی او ورسره اړخ لګوي، او د بې عدالتۍ، وروسته پاتې والي، طبقاتي ژوند او استبداد سره په ټکر کې دی.

د پیغمبرانو دین د انسان د لوړولو هڅه کوي، او د خلکو د برابرۍ غوښتنه کوي.

او په اسلام کې د انسان ارزښت نه د هغه په ​​طبقه کې دی، نه د هغه په ​​شکل، نه د هغه د روغتیا په حالت او نه د هغه په ​​مادي سویه کې؛ بلکې د انسان ارزښت د هغه د نیکو اعمالو په تناسب دی چې کوي یې.

اسلام د ټولو لوړوالي او حسب او نسب له پامه غورځولو ته بلنه ورکوي.

هغه په ​​ټولیزه توګه د - خلکو - له پامه غورځول او طبقاتي فکر نظر په کلکه ردوي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّـهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}. (اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یاست او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى). الحجرات سورت: ۱۳ آیت. او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

" مَن بَطَّأَ به عَمَلُهُ، لَمْ يُسْرِعْ به نَسَبُهُ".[48] "څوک چې خپل عمل سست کړ، نو نسب به یې چټک نه کړی شي".

[۴۸] صحیح مسلم، د حدیث شمېره: ۲۶۹۹.

او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

"لا يأتيني الناس بأعمالهم وتأتوني بأنسابكم".[49] "خلک ماته په خپل عمل سره نه راځي خو تاسو به په نسب سره راځئ".

[۴۹] الوادعي په صحيح المسند کې حسن ګڼلی: ۱۴۲۶ شمېره حدیث.

نسب په اسلام کې هیڅ ارزښت او وزن نه لري.

او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

"يا أيها الناس ألا إن ربكم واحد، وإن أباكم واحد، ألا لا فضل لعربي على عجمي، ولا لعجمي على عربي، ولا لأحمر على أسود، ولا لأسود على أحمر إلا بالتقوي".[50] "اې خلکو خبر اوسئ چې ستاسو رب یو دی او ستاسو پلار یو دی، خبر اوسئ چې نه عرب ته په عجمي، نه عجم ته په عربي، نه سور ته په تور او نه هم تور ته په سور باندې فضیلت لري پرته له تقوا څخه او هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

"کمزوري راته پيدا کړئ، ځکه چې تاسو ته د کمزورو خلکو په وجه رزق درکول کیږي او مرسته درسره کیږي." [51].

[50] بیهقي په شعب الایمان کې روایت کړی او حدیث صحیح دی، السلسلة الصحیحة، : 2700. شمېره حدیث.

[۵۱] سنن ابي داود او ترمذي او الباني په صحيح الجامع او صحيح ابو داود په: ۲۵۹۴ شمیرې سره روایت کړی دی.

نو دې انځور ته وګوره: " ابغوني الضُّعَفاءَ ، فإنما تُرزقون و تُنصَرون بضُعفائِكم" "کمزوري راته پيدا کړئ، ځکه چې تاسو ته د کمزورو خلکو په وجه رزق درکول کیږي او مرسته درسره کیږي" او - په مقابل کې یې - هغه انځور ته وګوره چې هندوان یې د کمزورو لپاره - لري.

په یقیني توګه چې د بشري نفس په فطرت کې د بې وزلو، ضعیفانو، ساده ګانو او کم عقله خلکو سره خوا خوږي شتون لري، او د دې فطرت په وړاندې د نن ورځې د هندویزم کینه یوه اصلي ستونزه ده.

۱۱- آیا هندوان په رښتیا د غواګانو عبادت کوي؟

په هندویزم کې غوا د ورکړې د سرچینې په توګه ځانګړی درناوی لري، او یوه بله مسئله هم شتون لري، چې هغه معاصره هندویي مفکوره ده،-دا مفکوره وایې - چې اله په خپلو مخلوقاتو کې منحل شوی دی، چې په دې - مخلوقاتو کې - غواګانې هم دي، هغه څه چې د وحدة الوجود په فلسفې سره پيژندل کیږي - نو په هندویزم کې غوا ته په بېلابېلو بڼو درناوی کیږي.

او په دوامداره توګه د هند په بېلابېلو برخو کې د غواګانو لپاره ځانګړي مراسم ترسره کیږي. [52]

[52] د سپیڅلي غوا افسانه، دویجیندرا نارایان (نا ژباړل شوی) اثر.

له بلې خوا، ویداس په هر څه او هر مخلوق باندې د الله پاکوالي او لویۍ ته لومړیتوب ورکړی دی.

په رګ ویدا کې راغلي دي: "زه هغه الله یم چې له هر څه مخکې شتون لري، او زه د ټولې نړۍ مالک یم او زه د ټولو نعمتونو حقیقي ورکوونکی او غوره شوی یم؛ نو ټول ارواګان باید ما ته د مرستې او روزۍ لپاره آواز وکړي".

[۵۳] رګ ویدا، منډل:۱۰، سوکت: ۴۸، منترا: ۱.

دا د لمر په څیر روښانه دلیل دی چې د وحدة الوجود مفکوره ردوي، ځکه الله د نړۍ خالق دی او له نړۍ څخه خپلواک دی.

همدارنګه په دې دلیل کې د مادي نړۍ له درناویتوب او له مخلوقاتو څخه د مرستې له غوښتلو څخه ویرول شوي دي، نو له هیچا څخه مرسته نه غوښتل کیږي پرته له الله څخه؛ - هغه ذات - چې د غواګانو او ټولو څېزونو پیدا کوونکی دی.

او یوازې یو الله تعالی ته د تسلیمیدو عقیده د اسلامي عقیدې ګوهر دی.

اسلام وايي چې غواګانې او زموږ شاوخوا هر مادي شی زموږ تابع دي، چې الله - تعالی - په خپل فضل سره پیدا کړي دي، الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي:

{وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ} (او ستاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نخښې دي چې غور فكر كوي).

الجاثیة سورت: ۱۳ آیت.

دا د اسلام عقیده ده؛ او دا د انسان فطرت دی. هندوان نشي کولی د توحید او الله ته د تسلیمیدو عقیدې ته بېرته وروګرځي؛ هغه چې ویدا پرې و، پرته له اسلام څخه، اسلام په ویدا کې د ټولو حقیقتونو ویونکی دی او دا هغه څه دي چې د انسانانو ټول ناسم کارونه سموي او ټول هغه تحریفونه ردوي چې انسانانو په الهي وحیې کې کړي دي. 12- خو په هندویزم د پرهیزګارۍ او له ګناه څخه د ځان ساتلو لپاره ډیرې هڅې شته، آیا دا یوه بېلوونکې نخښه نده؟. ما مخکې په هندویزم کې د زیات تشدد مسئلې ته اشاره وکړه، مګر هغه څه چې غواړم دلته یې ووایم دا دي چې په ګناه پښیمانتیا او د ضمېر ملامتي طبیعي مسئلې دي چې د الهي مکلفیت سره تړاو لري.

نو دا چې مونږ مکلف یو، د کومې غلطۍ په صورت کې د ضمیر د ملامتۍ (پښېمانتیا) احساس کوو.

نو دا فطرت دی، الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: {فِطْرَتَ اللَّـهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا} [(تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي] الروم سورت ۳۰ آیت. د دې فطرت له مخې انسان د خیر او حق په وړاندې د مخالفت پر مهال د ضمېر یو څه ملامتي احساسوي. او الله تعالی په اخري رسالت - اسلام - کې له نیکۍ او حقیقي ارزښتونو څخه د سرغړونې پر مهال د بخښنې او توبې لارښوونه کړې ده او همدا رنګه الله تعالی امر کړی چې حقونه بېرته خپلو خاوندانو ته وسپارل شي - ځکه - په دې سره الله ګناه له منځه وړي. مګر موږ په هندویزم کې د جرم په وړاندې د مقاومت بله لاره ګورو، کومه چې په نفس باندې ډیر فشار راوړل دي، سر بیره پر یو لړ عملونو، مراقبتونو او سکون بخښوونکو رواجونو چې تر سره کوونکي یې ورسره په بشپړه توګه آرامیږي. 13- مګر آیا په هندویزم کې بشپړ آرامتیا او مراقبت ښه شی نه دی؟ په هندویزم کې مراقبت لکه څنګه چې د یوګا په ناستو کې تر سره کیږي چې د پرانا Prana په وروستۍ فلسفه کې څرګند شو: دا د الله - تعالی - په مخلوقاتو او حکمتونو کې فکر نه دی او نه د هغه بې مثاله صنعت او نعمتونو ته ژور لیدل دي. بلکې فکري تمرکز د دوی په اند یو ډول بشپړه آرامي او د هر ډول فکرونو له تګ راتګ څخه د ذهن خالي کول دي. دا د مرګ د خاموشۍ په څېر بشپړه خاموشي ده چې عقل پکې له هر ډول فکر کولو څخه خاموش وي.Silence your Mind During Yoga.

دا فکري عجیبه ناستې چې د ویدا څخه وروسته دوره کې راڅرګندې شوې چې د دوی په فکر یې اغیزه وکړه او دوی ته د وهمونو او تخیلاتو راتلل پیل شول او شیطانانو د دوی په ذهنونو لوبې کول پیل کړل.

ځینې ​​فکر کوي چې ده پوهه یا معلومات تر لاسه کړل، او هغه څه چې ورته پیښ شول د مغزو د آیونونو د نه خوړلو او د بشپړې چوپتیا په پایله کې له هیلوسینشن (وهم او تخیلاتو) پرته بل څه ندي لکه څنګه چې - دا خبره - ما مخکې تشریح کړه [۵۴]

[54] https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/8931651

اوږد جامد مراقبت او سخته لوږه د دې ډول مغشوشتیا لامل کیږي، په نړۍ کې د جامد مراقبت ښوونځیو یو له خورا مشهورو بنسټ ایښودونکو څخه ، میکاو اوسوي پدې اعتراف کوي.

هغه ومنله چې له اوږدې لوږې او محرومیت څخه وروسته هغه خپل هوش له لاسه ورکول او کاذب تخیل پیل کړ او پدې شیبه کې ورته خاطرې راتلې.[55] .

[55] ریکی؛ د پیل کونکو لپاره، ډیویډ ایف فاینلز، 35-30 مخونه، (د ختیځي درملنې معاصرې فلسفي طریقې، ډاکټره هیفاء بنت ناصر الرشید) څخه نقل شوي.

د رواني ناروغیو ډاکټر ډونووان راکلیف Donovan Rawcliffe په یوه خپلواکه څیړنه کې تایید کړې چې هغه فکرونه چې د دې عملونو په پایله کې رامنځته کیږي د هغه تخیلاتو او وهمونو (هیلوسینیشن) سره هیڅ توپیر نه لري چې د عقلي او عصبي ناروغیو په پایله کې رامنځته کیږي [56].

[56] Rawcliffe, Donovan, (1988), Occult and Supernatural phenomena, Dover Publications, p. 123

د پورتنیو برخو سربیره، د یوګا ډیری ناستې روغتیایې نیمګړتیاوې لري، او ځان پرې په دوامداره توګه عادت کول انسان ته ګډوډي او تشویش پيدا کوي او د ځای او وخت پيژندلو احساس له لاسه ورکولو لامل ګرځي، حافظه کمزورې کوي او زهایمر (د دماغي حجرو ویجاړوونکی مرض) ګړندی کوي [57].

[57] د تکمیلي درملو پیژندنه، سایمن بورګ اولیور، مخ 290 ( څخه نقل شوی: د نوي عصر غورځنګ، ډاکټر هیفاء بنت ناصر الرشید).[57] An introduction to complementary medicine, Simon Borg Olivier, p.290 پدې کړنو سره هندویزم له ویدا او د پيغمبرانو له تعلیماتو څخه لرې شوې ده. اسلام د الله د مخلوقاتو په اړه فکر، تدبر او غور کولو ته بلنه ورکړې ده، هغه داسې یو تفکر، تدبر او غور کول دي چې انسان عمل کولو، پيروۍ، د الله شکر ویستلو او په ژوند کې زیار ویستلو ته اړ باسي، نه د عقل داسې سکون او خاموشي چې چوپتیا ورپسې وي.

ریښتینی فکر کول هغه څه دي چې د الله د اطاعت او هغه ته د رجوع کولو لامل ګرځي. {الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّـهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَـٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ}. (هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د آسمانونو او ځمكې په پیداېښت كې ښه فكر كوي (او وايي:) اې زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه). آل عمران سورت: ۱۹۱ آیت.

دا هغه مفکوره ده چې اسلام راوړې او دا د انسان د فطرت سره سمه ده او له انسان سره مرسته کوي چې د هغه شاوخوا د الله - تعالی - په نعمتونو شکر وباسي او د دې نعمتونو په اړه فکر وکړي.

او په هندویزم کې چې د بشپړې خاموشۍ کومې ناستې دي نو هغه د شیطان پنډغالي دي، چیرته چې شیطانان د دوی سره د آرامۍ مراقبت غونډو په جریان کې په ځینو شیانو ورښودلو، لیدونو او کشفیاتو سره مرسته کوي، نو د تکراري زیږونونو، د ارواګانو لیږد او د وحدة الوجود مفکورې یې ذهن ته ځي او راځي او پدې فکر کې لویږي چې خالق په بوتانو کې منحل شوی، نو عبادت کوونکي یې خپلو اولیاوو ته دا خاطرې او تعلیمات ور په یادوي، نو په خپله ګمراه شي او نور هم ګمراه کړي.

14- په کنډوالو کې په ګوښه کېدلو کې څه عیب دی لکه څنګه چې په اوسني هندویزم کې پیښیږي؟

هندویزم د جنسي غریزي او شهوت سره مبارزه کوي، نه دا چې دا مسئله د دوی په اند اخلاقي اړخ لري، لکه څرنګه چې اسلامي شریعت کې دي، بلکې د جسد د سوځولو په خاطر؛ اوسنی هندویزم انسان د رهبانیت لورې ته کشوي او دنیا پرېښودلو ته یې اړباسي.

هندویزم په دې نظر دی چې د غریزې هیرول د جسد په هیرولو سره کیږي.

نو هغه هندو چې موکشا غواړي د خپل بدن د بدبویه کولو لپاره کنډوالو ته ځي، او خپل پاتې ژوند د سوالګر په توګه تیروي تر دې چې مړ شي.

دا یو ویجاړونکی عدم توازن دی چې انسان، کورنۍ او ټولنه تباه کوي.

غریزه او شهوت د کورنۍ او ټولنې د جوړولو او د هڅو، زیار ویستلو، او ژوند جوړولو لپاره یوه الهي ډالۍ ده.

د غریزې درملنه د هغې په تهذیب او په طبیعي توګه د هغې په خپلو چینلونو کې په اېښودلو سره کیږي، نه دا چې جسد وسوځول شي.

دا څوك دی چي وايي زموږ د وجود مقصد پدې کې دی چې د ډوډۍ لپاره سوال وکړو، بيا پاتې ورځ په کنډوالو کې تېره کړو تر دې چې مړه شو؟

چا وویل چې موږ دې دنیا ته د دې لپاره راغلي یوو چې زعفراني جامې واغوندو او بیا تر مرګه پورې له ټولې نړۍ څخه ګوښه شو؟

تر ټولو وړوکې حشرات زموږ په پرتله د وجود، د ځمکې د آبادۍ او د ژوند د سمون په اړه ښه درک لري، تاسو ګورئ چې د مچیو ډلګۍ د خپل ځان او د خپلو اولادونو د ښېګڼې لپاره هڅې او کار کوي، او تاسو په کولمو کې تنظیم شوي کوچنۍ باکتریا مومئ چې هم خپل هم فایده کوي او هم ګټه رسوي.

او په ټوله کې ژوند د قواعدو او کار په واسطه تیریږي.

اوسني هندویزم بې کارۍ، لټۍ او سوالګرۍ ته بلنه ورکوي، سوال کول په هندویزم کې د ژوند یوه تګلاره ګرځېدلې ده.

دلته پوښتنه دا ده چې: د یو هندو لپاره دا څه معنا لري چې له خلکو څخه جلا شي او د غرونو په سرونو او ځایونو کې له آبادیو څخه لیرې واوسیږي، له دې څخه به خلکو ته څه ګټه ورسیږي؟

حقیقي دین او د ژوند سمه طریقه؛ هغه د زحمت، نصیحت، له خلکو سره اختلاط، اصلاح یې او د هغوی په ضرر صبر کولو لاره ده، نه په دښتو او صحراګانو کې له دوی څخه تېښته!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: " المسلِمُ إذا كانَ مخالطًا النَّاسَ ويصبِرُ على أذاهم خيرٌ منَ المسلمِ الَّذي لا يخالطُ النَّاسَ ولا يصبرُ على أذاهم"[58]. کوم مسلمان چې له خلکو سره یو ځای شي، د هغوی په تکلیف رسولو صبر وکړي، تر هغه مسلمان غوره دی چې له خلکو سره نه یو ځای کیږي او د هغوی په تکلیف رسولو صبر نه کوي”.

[۵۸] صحیح سنن الترمذي:۲۵۰۷.شمېره حدیث ۱۵- د شهوت پر وړاندې مقاومت او له ګناهونو څخه د خلاصون غوره لاره کومه ده؟ د شهوت او غریزې په وړاندې د مقاومت اصل یو فطري اصل او یو فرض شوی اصل دی، او یو مسلمان د الهي وحې سره سم د شهوت د کنترولولو طریقه تعقیبوي.

دلته نیکه نکاح، د نظر ساتل، په پټه او ښکاره له الله - تعالی - څخه ویره، او د ګناه له تر سره کولو څخه الهي خبرداری شتون لري. او د توبې لپاره هم لار شته کله چې یو څوک خطا وکړي او نفس یې کمزوری شي. خو په هندویزم کې موږ یو هندو ګورو چې موکش ته رسیدل غواړي؛ خپله میرمن، ماشومان او دنده پریږدي، د سړکونو پر غاړو او کنډوالو کې ویده کیږي، د ډوډۍ لپاره سوال کوي، او په دې ډول خپل بدن سوځوي تر څو چې مړ شي. آیا دا د ځان د تهذیبولو لپاره سمه لار ده؟

هندي پنډتان چې شمېر یې نن په هند کې له پنځو میلیونو څخه ډیر دي، د خپلو اولادونو په ضایع کېدلو سره یوازې پدې ګناه بسنه نه کوي، بلکې دوی پخپله اړ کیږي چې یو څوک یې وساتي او ډوډۍ ورکړي. اسلام د انساني نفس تهذیب په غوره او محکمه طریقې سره کوي. اسلام په کلکه دا کار حرام ګرځولی دی چې یو څوک د خپلې کورنۍ (اولادونو) په سرپرستۍ کې ناغیړي وکړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: " كفى بالمرءِ إثمًا أن يضيِّعَ مَنْ يقوتُ"[59]. د انسان لپاره دومره ګناه بس ده چې هغه څوک ضایع کړي چې سرپرستي یې ور په غاړه وي.

[59] صحيح سنن ابي داود، : 1692 شمېره حدیث، د حديث درجه: صحيح.

بیا اسلام وټاکله چې د نفس اصلاح او نظم باید د نیکو اعمالو په ترسره کولو او د دنیا له پرېښودلو پرته د شهوت په وړاندې په مقاومت سره وشي، په اسلام کې یو سړی کولی شي په خپله ټولنه کې ژوند وکړي او جوړه یې کړي او په عین وخت کې د جسد له سوځولو پرته د الله له عذاب څخه نجات ومومي، لکه څرنګه چې په هندویزم کې - خلک ځان سوځي -.

الله تعالی فرمایلي دي:

{وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ ﴿٤٠﴾ (او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي. فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَىٰ ﴿٤١﴾} نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده). النازعات سورت.

نو له الله څخه وېره او نېک عمل کول د جنت لار ده، که څه هم ته په یوه ماڼۍ کې اوسېږې.

د نفس د تهذیبولو لپاره د جسد سوځولو ته اړتیا نشته، الله تعالی فرمایلي دي: {فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ﴿١١﴾ (نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست.

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ ﴿١٢﴾ او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟.

فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿١٣﴾ خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي.

أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ﴿١٤﴾ او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده.

يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿١٥﴾ یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي.

أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ ﴿١٦﴾ یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي.

ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ﴿١٧﴾ بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي.

أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿١٨﴾} دغه كسان دښي اړخ والا دي)

البلد سورت نو که غواړې جنت وګټې باید غلامان ازاد کړې، مسکینانو ته خواړه ورکړې، نیک کارونه وکړې او خلکو ته په نیکۍ سره وصیت وکړې. پدې سره ژغورل کیږې.

نه پدې چې د خلکو څخه ځان ګوښه کړې او پاتې عمر دې سوال وکړې!

۱۶- اسلام ولې هندویزم ردوي؟

هندویزم نن ورځ نه یو مذهب دی، نه یوه عقیده او نه هم د عقیدې لور، بلکې د ویداس د فلسفې د پنډتانو تعلیمات، باطني تانترا او د بې شمیره رسومونو او رواجونو یوه ګډوله ده.

له همدې امله، هندویزم اوس یو واحد عبادتي سیسټم نه دی، یا د تعریف شویو ځانګړتیاوو سره سم یو دودیز سیسټم، یا یو ثابت مذهبي نصاب، یا یو مرکزي مذهبي جوړښت چې هندوان سره یوځای کړي، نن ورځ به تاسو داسې هیڅ شی ونه مومئ، تاسو په حقیقت کې د زرګونو ټوټه ټوټه مذهبي خپلواکو ډلو په وړاندې قرار لرئ![60]

[60] هندوان: د دوی مذهبي عقیده او کړنې، جولیوس ج. لیبنر، ۸ مخ.

نو څنګه د الله - تعالی - عبادت په داسې ګډوډ شي سره کیدی شي لکه دا چې هیڅ دلیل پرې نه وي نازل شوی؟

د افکارو دا ګډوډ مخلوط څنګه په ژوند کې د هدف په توګه ټاکل کیدلی شي؟

بیا وګورئ چې اوسني هندوان بوتان په خدایۍ سره نیسي او په هغې کې الله تصور کوي!

الله تعالی هغه کسان چې بوتان یې د هغه مجسمې او هغه ته د نږدې کېدلو وسیلې ګرځولې، کافران معرفي کوي، نو هغه پاک ذات فرمایلي دي:

{أَلَا لِلَّـهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّـهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّـهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ} (خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي)

الزمر سورت ۳ آیت.

او هندوانو د دې بُتانو په نیولو سره د ویداس مخالفت وکړ لکه څنګه چې ما مخکې روښانه کړه، او دوی د خپل فطرت څخه سرغړونه وکړه، ځکه چې دوی پوهیږي چې دوی الله تعالی لره په مجسمه کې تصور کولو باندې هیڅ فطري دلیل نه لري.

{أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّـهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} (بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، آیا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ).

النمل سورت ۶۴ آیت.

او کله دوی لره دلیل شته!

او کله دوی لره دلیل شته!

د اوسني هندویزم ستونزه دا ده چې بت پرستي لویوي او د دین له ارکانونو څخه یې یو رکن ګرځوي.

لدې امله بوتان په هر ځای کې دي.

او معبود په بت کې ځای پر ځای کیږي.

په هندویزم کې د بوتانو، انځورونو او تابلوګانو زرګونه ډولونه شتون لري.

هندویزم د بوتانو، د انسانانو د مجسمو او انځورونو په دین بدل شوی دی.

همدارنګه اوسنی هندویزم د وحدة الوجود عقیده لري.

او اوسني هندویزم د عالم په ازلیت باور لري.

همدارنګه د طبقاتي ژوند لپاره بنسټ ږدي.

ننی هندویزم وايي چې په انسانانو کې اله ځای پر ځای شوی دی: "اوتار" .

همدارنګه په بوتانو او مجسمو کې د بوتانو د ځای پر ځای کېدو عقیده لري - چې دوی ورته - "شاكتي" وايي.

اوسني هندویزم د روحونو په لیږد باور لري. او زیږونونو په تکرار باور لري. او په پنځو عناصرو باور لري او څه چې د هغې اړوند دي لکه: تعویذونه، بندونه، کوډې او له الله پرته په بل چا پورې تړاو درلودل.

د دې ټولو له امله اسلام هندویزم ردوي، ځکه هغه د پیغمبرانو د تعلیماتو مخالف دی او توحید یې هېر کړی دی.

او اسلام هر هندو ته بلنه ورکوي چې الله ته د اسلام له لارې وروګرځي، ځکه د الله په وړاندې لدې پرته بله د خلاصونه - لار - نشته.

الله تعالی فرمایلي دي:

{إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ} (بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى)،

آل عمران سورت ۱۹ آیت.

او الله تعالی فرمایلي دي:

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى).

آل عمران سورت ۸۵ آیت.

او الله تعالی فرمایلي:

{الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا} (نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ).

المائدة سورت ۳ آیت.

نو نه خو د هندو لپاره خلاصی شته او نه د هیڅ انسان لپاره پرته لدې دین څخه... چې اسلام دی. اسلام د ځمکې پر مخ له دینونو څخه یو دین نه دی، بلکې یوازینی توحیدی دین دی چې الله تعالی پرې ټول پیغمبران رالېږلي، ټول پیغمبران د توحید لوري ته د خلکو د بللو لپاره راغلي دي او نن ورځ له اسلام پرته پدې خالص توحید باندې بل کوم دین پاتې ندي، پداسې حال کې چې پاتې نور دینونه له شرک څخه خپله برخه لري لږه او یا ډیره. اسلام له هر څه پرته یوازې د یو الله عبادت دی، د هغه د احکامو اطاعت او د هغه له ممانعتونو څخه ډډه کول او د هغه په ​​حدودو ودرېدل، او په هر هغه څه باور کول دي چې خبر یې پرې ورکړی له هغه څه نه چې شوي دي او یا به کیږي، او له ټولو بوتانو، انځورونو او تابلوګانو څخه ډډه کول دي.

الله پاک فرمایلي دي:

{سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ} ( ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي)

الصافات سورت: ۱۸۰ آیت.

پاک دی الله له هغه څه نه چې هندوان یې پرې یادوي، چې هغه په بتانو کې ځای پر ځای شوی دی.

{وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ} (او سلام دې وي په رسولانو باندې)

الصافات سورت: ۱۸۱ آیت.

سلام دي وي په هغو رسولانو باندې چې خلکو ته الله ورپيژني، او هغه له هر ډول نقصان او عیب څخه پاک ګڼي.

۱۷- ولې په هر هندو فرض دي چې اسلام راوړي؟

سربیره پر دې اسلام هغه دین دی چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره خوښ کړی او دا هغه الهي قانون دی چې الله تعالی له دې پرته بل نه مني، د دې تر څنګه د هندوانو کتابونه چې کیدی شي په هغو کې څه ناڅه د نبوتونو پاتې شوني هم وي، د اسلام او د اسلام د پېغمبر محمد - صلى الله عليه وسلم - د ظهور په اړه یې ډېر ښه خبرونه هم رانقل کړي دي، او دا هندو اړ باسي چې اسلام ومني او د الله پر وړاندې د قیامت په ورځ د خلاصون په لارې موندلو کې هیڅ ډول تردد ونه کړي.

او زه به د هندوانو له مقدسو کتابونو څخه یو څو زیري ذکر کړم چې د اسلام په اړه یې ورکړي دي.

خو مخکې له دې چې د هندوانو له کتابونو څخه زیري ذکر کړم، خوښ ګڼم د هندوانو د قوانینو د حالت یادونه وکړم او دا چې څرنګه هندو ځان سوځوي، تر څو پاک شي.

او څنګه هندوان غیر طبیعي تصوفي دودونه ترسره کوي.

(د دوی) حالات له اهل کتابو نه لرې نه دي، په اهل کتابو په تېره بيا يهودانو هم په پاکوالي او خوراک کې سخت بنديزونه وو او د شرعي احکامو لپاره يې ځانګړي قیودات درلودل چې د هغوی د ظلم، تیري، او فساد له امله پرې لګول شوي وو.

الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي:

{فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللَّـهِ كَثِيرًا} ﴿١٦٠﴾ (نو د یهودیان شويو خلکو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه).

النساء سورت.

ستا لپاره دا بسنه کوي چې د تورات په لیویتیکس کتاب کې د یهودۍ ښځې اړوند د حیض احکام ولولئ، تورات وایي:

په هر هغه څه چې (ښځه) د حیض پر مهال څملي هغه نجس دی، او په هر څه چې کیني هغه ناپاک دی، او هر څوک چې د هغې بسترې ته لاس وروړي باید خپلې جامې ومنځي، په اوبو غسل وکړي، او تر بیګا به ناپاک وي، او په هر شي چې هغه کیني او بیا څوک لاس وروړي نو خپلې جامې به ومنځي او په اوبو سره به حمام کوي، او تر بیګا به ناپاک وي، او که چیرته هغه په یو فرش او یا کالي ناسته وي بیا د دې فرش سره د سړي تماس وشي نو تر بیګا به ناپاکه وي، او که چیرته ورسره سړی د حیض په حالت کې یو ځای شو نو د اوو ورځو لپاره به ناپاک وي، او - پدې موده کې - چې هغه په هر فرش (بسترې) باندې کیني هغه ناپاک ګرځي.

[61] (لیویتکس)Leviticus، فصل15، 20-24 شمېرې.

دا سخت حکمونه د بني اسرائيلو د سختۍ او د زړونو د سختوالي له امله وو.

الله دوی ته په تورات کې خبر ورکړی دي چې هغه به -دوی ته- یو پیغمبر رالیږي چې دا ټول قیودات به له دوی څخه پورته کړي.

تورات مونږ ته خبر راکوي چې یعقوب - علیه السلام - د مړینې پر مهال خپل دولس زامن راغونډ کړل او هغوی ته یې نصیحت پیل کړ، په تورات کې د یعقوب علیه السلام په مشهور وصیت کې راغلي دي:

او یعقوب خپل اولادونه راوبلل او ویې وییل: راټول شئ تر څو د هغه څه په اړه خبر درکړم چې په وروستیو ورځو کې تاسې ته درورسیږي، راټول شئ او واورئ اې د یعقوب اولادې، او ستاسو پلار اسرئیل ته غوږ ونیسئ.

...

بیا یې یهوذا ته وویل، او یهوذا د پیغمبرانو هر یو: داود، سليمان او مسيح عليهم الصلاة والسلام. نیکه دی: ورته یې وویل: تر هغه پورې به د نبوت لړۍ په یهوذا کې وي او مشرع ( پيغمبر ) به د هغه له نسل څخه وي تر څو چې شیلون (واکمن) راشي؛ هغه څوک چې ولسونه ورته غاړه ږدي. [62]

[۶۲] د پيدايښت سفر، : ۴۹ فصل، شمیره: ۱-۲ او ۱۰.

دا متن د اهل کتابو په منځ کې پرته له کوم اختلاف څخه یو لوی او خورا مهم زیری دی!

د هغه چا په اړه زیری دی چې راځي به او نبوت به هغه ته انتقالیږي او واکمني او شریعت به هغه ته لیږدول کیږي.

تر هغه به د واکمنۍ امسا د یهوذا سره وي: قضیب هغې لختې یا امسا ته ویل کیږي چې د شخص پر واکمنۍ دلالت کوي، معنا یې دا ده چې د یهوذا په نسل کې به انبیاء او حاکمان وي.

تر څو چې شیلون راشي، او هغه ته به د خلکو غاړه کېښودل وي. نو شیلون څوک دی، د چا په اړه چې یعقوب - علیه السلام - وړاندوینه کړې وه چې خلک به یې تابع وي؟ مخکې له دې چې دې پوښتنې ته ځواب ووایو باید پوه شو چې د بني اسرائیلو وروستنی پیغمبر مسیح علیه السلام دی، او هغه د یهوذا له اولادې څخه و.

بیا په ناڅاپه ډول په بنی اسرائیلو کې د پيغمبرانو سلسله ودریده.

نو د يعقوب عليه السلام د خبرداري له مخې فرض کیږي چې باید قدرت، نبوت او شریعت بل چاته انتقال شي؛ هغه چاته چې د یهوذا له اولادې څخه نه وي، وروسته لدې چې پيغمبري په بني اسرائیلو کې ودریده، آیا همداسې نده؟

نو ښکاره ده چې دا شخص مسیح ندی، ځکه چې مسیح - علیه السلام - د یهوذا له نسل څخه و!

او د دې سړي امت به د یهوذا ځمکه تر لاسه کړي لکه څرنګه چې یعقوب -علیه السلام - وړاندوینه کړې وه چې " تر هغه پورې به د نبوت لړۍ په یهوذا کې وي او مشرع (پيغمبر) به د هغه له نسل څخه وي تر څو چې شیلون راشي؛ هغه څوک چې ولسونه به ورته غاړه ږدي. او ژر دی چې د دې راتلونکي پيغمبر امت به واک په لاس کې واخلي... فلسطین به ونیسي، او امت ته به یې لویې امپراطوري تسلیم شي!

عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کې د یهودا خاوره ترلاسه کړه او لبنان، عراق او فارس د اسلام منګولو ته وسپارل شول.

دا حقیقت لرلید یا مناقشې ته اړتیا نلري!

نو تاریخ موږ ته وایي چې د یعقوب - علیه السلام - د زامنو په اړه د یعقوب په وصیت کې یاد شوی نبوت محقق شوی دی او له محمد - صلی الله علیه وسلم - پرته په بل پیغمبر باندې نه دی تطبیق شوی او په ​​جزئیاتو کې له -محمد صلی الله علیه وسلم - پرته بل قوم ته نه دی رسیدلی!

مګر د شیلون کلمه څه معنا لري؟

شیلون معنی: آرام ورکوونکی او یا د قیوداتو - Rest-giver- لرې کوونکی دا هغه معنا ده چې ډیری د کتابیانو څېړنیزو لیکنو سایټونو یې به اړه لیکنې کړې دي.[63]

[63] https://www.christiancourier.com/articles/1101-who-is-the-mysterious-shiloh Rest-giver or peace-bringer. http://www.abideinchrist.com/messages/gen49v8.html Shiloh is the man of rest, the giver of rest or rest-bringer.

یعقوب علیه السلام دوی ته د هغه کس زیری ورکوي چې له دوی نه درانه بارونه او هغه بندیزونه چې پر دوی باندې اېښودل شوي دي لرې کوي.

اوس راځئ چې د الله تعالی قول ولولو:

{الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ}. (هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو).

الأعراف سورت ﴿١٥٧﴾ آیت.

وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ: (اسلام بخښونکی او آسانه شریعت راغی چې ټول بارونه او بندیزونه یې لرې کړل).

اوس راځئ چې د هندوانو کتابونو ته انتقال شو. [64]

[64] وړاندې لدې چې د هندویزم زیرې بیان کړو؛ د یعقوب - علیه السلام - په زیرې کې د هغه زامنو ته مې په تفصیل سره بیان کړل، ځکه چې دا د اسلام څخه بهر د اسلام د اعتبار خپلواک ثبوت دی.

او هندویزم یوه بله تګلاره ده لکه څرنګه مې چې یادونه وکړه، په سختو دودیزو مراسمو ډکه ده چې له ګناهونو څخه د پاکولو لپاره شهوت سوځوي. له بله اړخه ګورو چې د هندوانو کتابونه په یو لوی نبي سره زیری ورکوي؛ هغه څوک چې له دوی څخه د دوی پیټي سپکوي او دوی له ګناه څخه پاکوي. د هندوانو کتابونه وايي: "کالکي په دولسم قمري د مادهو په میاشت کې زیږیدلی دی" [65] [۶۵] کلکی پران، ادھیای: ۲، شلوک: ۱۵. کالکي معنا: د ګناهونو پاکوونکی.

او د مادهو میاشت: د پسرلي میاشت ده چې خلک یې خوښوي.

راتلونکی پیغمبر چې دوی به له ګناهونو څخه پاکوي د پسرلي میاشتې په دولسمه نیټه زیږیږي.

او محمد - صلى الله عليه وسلم - د ربيع الاول د مياشتې په دولسمه نېټه زیږیدلی، لکه څرنګه چې د مسلمانانو جمهورو علماوو ته معلومه ده.[۶۶] . [۶۶] صحیح السیرة النبوية، محمد بن ناصر البانی، ۱۳ مخ، له : اسلام ته د هندوانو بلنه؛ له کتاب څخه نقل شوی دی، د دوکتوراه رساله چې: ډاکټر. ابراهیم عبدالغفور چمتو کړې ده، ۱۹۸ مخ. او د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د زیږیدو د ځای په اړه، نو د هندوانو په کتابونو کې داسې راغلي دي: کالکي به د شمبهل په کلي کې پیدا کیږي، د بیت الله د ساتونکو سره، د داسې یو سړي په کور کې چې هغه به وشنویاش نومیږي. [67]

[۶۷] کالکی پران، ادھیای: ۲، شلوک: ۴.

او د شهمبل له کلي څخه مراد: د امن ښار دی. او د امن ښار هغه مکه ده. {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا آمِنًا} (او كله چې ابراهيم وويل: اى زما ربه! دا (ځاى) امن ناكه ښار جوړ كړه).

البقرة سورت ﴿١٢٦﴾ آیت.

او نبي - صلی الله علیه وسلم - په مکه کې زیږیدلی دی.

او دا وینا چې "د شنویاش په نوم د یو سړي په کور کې" نو شنویاش معنا ده: عبد الله،

او د دې راتلونکي پيغمبر مور هغې ته سومتي ویل کیږي: "کالکي به د شنویاش په کور کې د هغه له میرمنې پيدا کیږي چې نوم یې سومتي دی" [68] [۶۸] کالکی پران، ادھیای: ۲، شلوک: ۱۱. او سومتي له امن څخه اخیستل شوی .... چې معنا یې ده : آمنه

او دا ښکاره خبره ده چې د محمد بن عبد الله - صلی الله علیه وسلم - د مور نوم آمنه ده. د هندویزم له مخې، کالکي به له خپل کلي شمبل څخه راوځي، له شیطان سره به جګړه کوي، او تیارې، فساد او ظلم به له منځه وړي، او بیا به په وروستيو ورځو کې بیرته ورستون شي، او له هغې وروسته به یې الله اسمان ته پورته کړي. او هر مسلمان پدې حقیقت پوهیږي، چې نبي؛ محمد بن عبد الله؛ صلی الله علیه وسلم مکه د مدینې په لور پریښوده، په خلکو کې یې توحید خپور کړ، بیا له مرګ څخه یو څو کلونه مخکې فتحه کوونکی مکې ته راستون شو،

او هندویزم دې پيغمبر ته ځینې اضافي صفتونه ذکر کړي دي چې مونږ ورسره موافق نه یو، لکه کالکي چې د هغوی په اند هغه چاته ویل کیږي چې الله پکې منحل شوی وي - لکه د دوی عادت - چې دی، ډېر پورته اولوړ دی الله تعالی د دوی لدې باور څخه، او لدې وړاندې مو په تفصیلي توګه پر دې تور باندې د ویدا له کتابونو څخه رد وکړ.

نو الله تعالی په خپلو بندګانو کې نه ځای پر ځای کیږي او نه یې اسمانونه او ځمکه هغه نشي راگیرولی. خو یوه ځانګړنه چې ما د دې پیغمبر په اړه د دوی په کتابونو کې ولیده او زه یې په فکر کې کړم؛ دا وه چې هغه به په ​​​​سپین آس سپور وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سپین آس درلود چې المرتجز نومیده [69] . [69] حاکم په المستدرک كې روايت كړى او ويلي يې دي: د دې حديث اسناد صحيح دى.

د هندوانو مجسمې د راتلونکي پېغمبر کالکي انځور داسې انځوروي چې په سپين آس سپور و او توره يې په اوږه پورته کړې وه، او د کالکي ټول انځورونه او مجسمې مې چې په هندویزم کې ولیدې په دې بڼه انځور شوې وې.

هغه یو مجاهد پیغمبر دی او دا د محمد بن عبدالله -صلی الله علیه وسلم- صفت دی، ځکه چې هغه په ​​توره جنګیدلی او د الله - تعالی - له دښمنانو سره یې جنګ کړی دی.

همدارنګه د راتلونکي پیغمبر کالکي له ځانګړنو څخه د دوی په کتابونو دا دي چې هغه له غیبو خبر ورکوي، او هغه به د خپل قوم له غوره خلکو څخه وي، لږې خبرې کوونکی به وي، سخي به وي، قوي جوړښت به لري او د یو چا په نیکۍ به اقرار کوي.

"خو له ځانګړو صفاتو څخه به یې دا وي چې: کالکي به د خپلو څلورو یارانو په مرسته شیطان هلاکوي".[70]

[۷۰] کالکی پران، ادھیای: ۲، شلوک: ۵.

او یو مسلمان چې کله دا متن لولي نو ذهن ته یې پرته له : أبوبکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب- رضي الله عنهم - څخه پرته بل څوک نه راځي. نو دا د پيغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو نږدې ملګري دي، او همدوی وو چې د دعوت له پیل څخه یې د ده ملاتړ وکړ، او همدوی ورڅخه وروسته خلیفه ګان وو. نبي - صلی الله علیه وسلم - له صحابه کرامو څخه څلور سوچه ځانګړې ملګري درلودل چې ورته نږدې وو، او په واقعي توګه یې ورڅخه د دعوت په لار کې ملاتړ وکړ.

دوی هغه کسان وو چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته یې په ترتیب سره د مسلمانانو خلافت رهبري کړ.

1- ابو بكر الصديق.

2- عمر بن الخطاب.

3- عثمان بن عفان.

4- علي بن ابي طالب. او د علي بن ابی طالب رضي الله عنه په وژلو سره راشده خلافت پای ته ورسید. او د کالکي له نښانو څخه دا هم دي چې په جنګونو کې به یې د مرستې لپاره پرښتې له آسمان څخه راکوزیږي.

[۷۱] کالکی پران، ادھیای: ۲، شلوک: ۷.

دا د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په زمانه کې د اسلامي جهاد له ځانګړنو څخه یوه ځانګړنه وه، لکه څرنګه چې د هغه - صلی الله علیه وسلم - په غزاګانو کې پرښتې له آسمانه راښکته شوې، الله تعالی فرمایلي دي:

{إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ} (كله چې تاسو له خپل رب نه مرسته وغوښته، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مرسته كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي)

الأنفال سورت ۹ آیت.

او د هندوانو په کتابونو کې -راغلي چې - کالکي به غره ته ځي چې له ستر پاچا "براش رام" څخه زده کړي وکړي او بیا د شمال لور ته مخه کړي او بیا بېرته خپل کلي ته راستون شي مخکې لدې چې الله یې آسمان ته پورته کړي.[72].

[۷۲] کالکي پران، ادهای ۳، شلوک ۱-۵.

او د هندوانو په وینا براش رام یو لوی پاچا دی چې کافرانو ته عذاب ورکوي، او هغه د مسلمانانو په اند جبرائیل دی.

او په ریښتیا هم چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مخکې د حرا غره ته تللی و او جبرائیل علیه السلام پر هغه نازل سو، بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - شمال لوري ته روان سو او مدینې ته یې هجرت وکړ. او بیا د خپل مرګ څخه لږ کلونه مخکې مکې ته فاتح راوګرځید.

او کالکي د هندوانو په کتابونو کې وروستی پيغمبر دی .[73]

[۷۳] بهګوت پران، اسکند: ۱، ادهیای: ۳، شلوک: ۲۵. او ښکاره ده چې پيغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - د پیغمبرانو او رسولانو وروستی دی. {مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ اللَّـهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّـهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا}. (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى) الأحزاب سورت ۴۰ آیت.

د راتلونکي پیغمبر تفصیل د هندوانو په کتابونو کې داسې ذکر شوی دی چې: "د ډیرې ثنا خاوند ... نراشنس". نو د نراشنس معنا ده: د ډیرې ثنا خاوند. یعني محمد او احمد

او دواړه نومونه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دی، هغه محمد او احمد دی.

د نراشنس له صفتونو څخه دا دي چې «د هغه سپرلۍ به اوښ وي، او دولس مېرمنې به ولري، او هغه په خپلې سپرلۍ سره اسمان ته ورسیږي او بيا به راښکته کېږي» [۷۴]

[۷۴] اتهر وید، کند: ۲۰، سوکت: ۱۲۷، منترا: ۲.

دا صفتونه د محمد - صلی الله علیه وسلم - څخه پرته په بل چا نه تطبقیږي.

دا چې د هغه سپرلۍ به اوښ وي؛ دا د هغه - صلی الله علیه وسلم - له حالت څخه معلومیږي، او په مناسبت سره دې کې یوه مهمه اشاره ده، سره لدې چې د هندوانو په کتابونو کې دا خبره راغلې ده چې هغه به د پیغمبرانو وروستی وي. خو هغه به د موټرو او الوتکو څخه وړاندې لیږل کیږي.

اسلام ته د هندوانو بلنه، د دکتورا تیزس دی چې د . ابراهیم عبدالغفور، لخوا چمتو شوی ۲۱۵ مخ.

او پدې کې یو بل څه ته اشاره هم شته چې دا راتلونکی پیغمبر به د براهمه هندوانو څخه نه وي ځکه چې دوی اوښان حراموي. او دا چې هغه دولس میرمنې لري، نو دا د محمد - صلی الله علیه وسلم - له سیرت څخه معلومه ده. او دا چې هغه به خپله سپرلۍ تر آسمانه رسوي او بیا به راښکته کیږي، نو دا د اسراء او معراج د سفر حالت دی چې هر مسلمان پرې باور لري، کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - آسمان ته وخوت.

په همدې څپرکي کې، د هندوانو کتابونه د نراچنس د هجرت په اړه خبرې کوي او د هغه ښه ستاينه کوي، نو وايي: "اې خلکو، د نراچنس درناوی وکړئ، زه هغه مهاجر امن ټینګوونکی په یاد لرم ." [76]

[۷۶] اتهر وید، کند: ۲۰، سوکت: ۱۲۷، منترا: ۱.

هغه مهاجر: د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم ـ په سیرت کې ترټولو لویه پیښه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هجرت دی چې له مکې څخه یې مدینې ته د خلکو تر منځ د امن او توحید خپرولو په موخه کړی دی. او په ورپسې منترا کې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د جهاد په اړه وینا کوي، نو وایې" د ثنا ویونکو سره ثنا ویونکی چې جنګونو ته وځي او خلکو ته امن ورکوي." [77] [۷۷] اتهر وید، کاند: ۲۰، سکوټ: ۱۲۷، منترا: ۵ او ورپسې. هغه مجاهد پیغمبر دی چې د الله په لاره کې په جهاد کولو سره د خلکو په منځ کې امنیت خپروي. او د هغوی په کتابونو کې داسې لسګونه نور دلایل شته چې په اسلام، د اسلام په پیغمبر، د هغه په سیرت، د هغه په دعوت او په مکه مکرمه زیری ورکوي.

ښايي ځينې هندوان له دې نصوصو سره اختلاف ولري او ښايي انکار وکړي چې په ښکاره ډول يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اشاره کړې ده، خو دا هغه خبرې دي چې هندو څیړونکی پرې باید له حق څخه ډیر ځان مشغول نه کړي، دا زیري په اصل کې یوازې د ډاډګېرنې لپاره دي نه لدې څخه زیات، لدې امله د زېرو په یادولو کې خبره نه اوږدوم، ځکه چې زیات او بیلابیل ډولونه دي. ځکه چې د اسلام په صحت تر ټولو ستر ثبوت په خپله د اسلام رسالت، توحید ته بلنه، فطري غوښتنه، او د ځمکې پر مخ د بل هر دین خالي کیدل لدې څخه چې د انسان غوښتنې دې په بشپړه توګه پوره کړي، تر څو د انسان په هدف او تګ ځای پوه شي.

په ځمکه کې له شکمنو بت پرستیو، شرکیاتو او الحاد پرته بل څه پاتې نه شول، او په خالص توحید، او د الله په پاکوالي پرته له اسلام څخه نور څوک پاتې نه شول.

{قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ [(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى.

اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى.

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾ نه يې (څوك) زېږولي دي او نه دى (له چا) زېږول شوى دى.

وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾} او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته]

د الاخلاص سورت.

۱۸- اسلام څه شی دی؟

ج: اسلام: الله پاک ته تسلیمېدل، سر ټیټول او غاړه اېښودلو ته اسلام وايي.

الله پاک فرمایلي دي:

{وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّـهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّـهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا} (او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى).

النساء سورت: ﴿١٢٥﴾ آیت.

او د أسلم وجهه لله معنا : یعنې الله ته تسلیم شو، او غاړه یې ورته کېښوده؛ هغه لوړ اومقدس ذات ته، نو دا - انسان- په دین کې تر ټولو ډیر غوره دی.

او الله تعالی فرمایلي دي:

{فَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ} (نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه)

الحج سورت ﴿٣٤﴾ آیت.

او د : فله أسلموا معنا دا ده چې د هغه حکم او پریکړو ته تسلیم شئ.

نو دا آیتونه پدې دلالت کوي چې د اسلام معنا؛ الله تعالی ته مطلق غاړه اېښودل او د هغه پیروي کول، او د هغه د شریعت او منهج قبلول او پرې خوشحالیدل دي، او همدا د اسلام ګوهر او حقیقت دی.

نو اسلام؛ الله تعالی ته د هغه په پریکړو او شریعت ته غاړه ايښودل دي.

اسلام ټول بشریت ته د الله تعالی دین دی، الله تعالی فرمایي:

{إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ} (بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى)

آل عمران سورت ۱۹ آیت.

نو اسلام هغه دین دی چې الله تعالی له هغه پرته نور دینونه نه مني.

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړی شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى).

آل عمران سورت ۸۵ آیت.

اسلام هغه دين دی چې الله تعالی پرې ټول انبياء او رسولان راليږلي دي، د انبياوو دين يو دی او هغه د اسلام دی او ټول انبياء - عليهم السلام - په توحيد سره راغلي دي، که څه هم د هغوی شريعتونه سره توپير لري.

الله تعالی فرمایلي:

{وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ} (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحې كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، نو تاسو زما عبادت كوئ).

الأنبیاء سورت ۲۵ آیت.

او پرته له اسلام څخه پدې توحید نور دینونه پاتې نه شول.

اسلام نن ورځ په ځمکه کې یوازینی توحیدي دین دی. په داسې حال کې چې ټول هغه کسان چې د نورو دینونو څخه پیروي کوي په شرک کې ونډه لري هغه که زیاته وي یا لږه، ځکه د انبیاوو له وفات وروسته او وروسته له هغه چې خلک یې په توحید پریښودل، خلکو د وخت په تېریدو سره شرکي عملونه وکړل او نن ورځ هیڅ دین په خالص توحید پاتې ندی پرته له اسلام څخه، هغه اسلام چې پېغمبرانو علیهم السلام پرې راتګ کړي وو. نو د اسلام د سموالي تر ټولو لوی ثبوت چې یو هندو باید ورته پاملرنه وکړي د دې دین خالص توحیدي پیغام دی.

۱۹- آیا په اسلام کې هغو پوښتنو ته ځواب شته چې ذهنونه یې په ځواب کې حیران پاتې دي چې: موږ له کوم ځایه راغلي یو؟ موږ ولې دلته په دې نړۍ کې یو؟ او برخلیک مو چیرته ته دی؟

ځواب: اسلام دې ټولو پوښتنو ته د قرانکریم په یوه آیت کې ځواب ورکړی، زموږ پاک رب -سبحانه و تعلی- فرمايلي دي:

{وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} (او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ)

یس سورت ۲۲ آیت.

له کوم ځایه راغلی یې؟ الله پيدا کړی یم، (الَّذِي فَطَرَنِي). هغه ذات چې زه یې پیدا کړی یم.

او زه چېرته تلونکی یم؟ ژر دی چې د الله لوري ته به لاړ شم تر څو راسره زما په کړنو حساب وکړي.

زه ولې دې نړۍ ته راغلی یم؟ د الله - تعالی - د عبادت لپاره او د دې لپاره چې وازمایل شم.

زه ولې د الله عبادت کوم؟ طبیعي خبره ده چې زه د هغه الله عبادت کوم چې زه یې پیدا کړم، ځکه چې د بنده او د هغه د رب تر منځ د اړیکو طبیعت همدا دی... چې بنده د خپل رب او خپل خالق عبادت وکړي (وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي). (او زه ولې د هغه ذات عبادت ونه کړم چې زه یې پیدا کړی یم).

یو آیت د دریو خورا مهمو پوښتنو ځوابونه راټول کړي دي چې انسان ورته حیرانیږي.

{وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ}. (او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ)

یس سورت ۲۲ آیت.

۲۰- ته څنګه پوه شوې چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله لخوا رسول دی؟

ځواب: د اعجازي دلیلونو زیاتوالی د معنوي تواتر او بشپړ یقین څرګندونه کوي.

ارسطو د خپلو اثارو د مجموعې له مخې فیلسوف دی، پداسې حال کې چې نه یې یوه جمله ویلې او نه یې کوم فلسفي تحلیل تر سره کړی دی.

او هیپوکریټس (ابقراط) په خپلو طبي پروژو سره یو ډاکټر دی پداسې حال کې چې هیڅ کوم جراحي عملیات یې ندی کړی.

همدا رنګه د محمد - صلى الله عليه وسلم - څخه د زیاتو اعجازي دلیلونو رانقلیدل د معنوي تواتر او بشپړ یقین په معنا دی چې هغه پیغمبر دی.

نو کله چې ته د هغه - صلی الله علیه وسلم - ژوند لیک (سیرت) ته وګورې هغه به یو ریښتونی انسان ومومې، پداسې حال کې چې د سرسختو دښمنانو په اقرار سره هغه په ​​ریښتینولۍ مشهور و او په هغه باندې د دروغو او بې لاریتوب کوم تور نه و لږیدلی، بیا هغه له غیبو څخه خبر ورکاوه نو همغسي به پېښېدل لکه څرنګه یې چې خبر ورکاوه، بیا دا هغه پيغمبر دی چې نورو پيغمبرانو پرې زیری ورکړی و او د هندوانو مقدسو کتابونو یې هم په راتګ سلګونه کاله د هغه له راتګ څخه مخکې زیری ورکړی و، نو دا ټول دلیلونه د هغه د رسالت ریښتینولي د معنوي تواتر او بشپړ یقین درجې ته رسوي.

بیا د هغه ترټولو لوی آیت په اړه څه وایئ، چې قرآن کریم پرې راتګ کړی؟ هغه قرآن چې الله پرې د فصاحت خاوندان ننګولي، چې د هغه په څېر یو بل - قرآن - راوړئ او یا یې د سورت په څېر یو بل سورت رواړئ، نو دا یې ونه کړای شول. {أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّـهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} ﴿٣٨﴾ سورة يونس. (آیا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړي دي، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ).

او الله تعالی په قرآن کریم فرمایلي دي:

{وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّـهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿٢٣﴾. (او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې يئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې يو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه پرته خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني يئ.

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿٢٤﴾} نو كه تاسو (دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ، نو له هغه اور نه ځان وساتئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى)

البقرة سورت

د لوی څښتن دې وینا ته پام وکړه:

{لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا. تاسو(دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ.

البقرة سورت ۲۴ آیت.

نه یې دا کار وکړ، او نه پرې وتوانیدل. او په دوامداره توګه قرانکریم د مشرکانو ادیبان او د فصاحت خاوندان وننګول، بیا هم په دې ټولو کې دوی د - قرآن کریم - د مخالفت کولو په اړه زړه نازړه او بزدله شول او له بیلګې راوړلو یې ناتوانه شول. دکتور عبدالله دراز - رحمه الله - وایي: آیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې ننګونې سره نه ډاریده چې دا به د دوی ادبي ملاتړ راوپاروي؟. نو په وړاندې به یې د مبارزې لپاره راوپاریږي پداسې حال کې چې محتاط به وي، او هغه به بیا څه وکړي که چیرته د دوی د ادیبانو یوه ډله د داسې یوې وینا په راویستلو هوکړه وکړي چې په ځینو برخو کې د دې وینا په څېر وي.

بیا که د هغه نفس هغه دې ته اړباسي چې د خپل وخت په خلکو دا حکم صادر کړي، نو په راتلونکو نسلونو به یې څنګه صادر کړي؟

دا له خطره ډکه هڅه ده، چې که څوک د خپل ځان په قدر پوه شي نو اقدام به پرې ونه کړي مګر پداسې حال کې چې لاسونه یې له قضایې تصرفونو، او اسماني خبرونو ډک وي، (یعنې الهي ملاتړ ولري) او بیا یې همداسې د نړۍ د نندارو منځ ته وروغورځوي، نو دا به قاطع قضاوت وي، او هر څوک یې چې مخالفت وکړي نو د ښکاره بې وسۍ او بې شرمه ناکامۍ سره به ټول عمر مخ شي." [78]. [78] النبأ العظیم، ډاکټر. عبدالله دراز - رحمه الله - ۴۴-۴۵ مخونه. دغو مشرکانو ولیدل چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره د جګړې لپاره د لښکرو راغونډول او د ګوندونو جوړول د قرآن له مخالفت او د ننګونې له منلو څخه ډیر آسان کار دی، نو دا د دوی ستره هڅه وه.

{وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ}. (او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ). فصلت سورت ۲۶ آیت. نو نه عربو او نه هم نورو هغه قومونو چې دا ننګونه ورته رسیدلې وه داسې څه راوړل چې ملحدان پرې هوسا شي او نورو ته پرې هوساینه ورکړي.

الوسي - رحمه الله - فرمايي: "تر نن ورځې پورې نه چا په شونډو خبرې وکړې او نه يې کوم صفت او موصوف بیان کړ".

جبیر بن مطعم چې لا یې اسلام نه و قبول کړی، وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې الطور - سورت - یې په ماښام کې تلاوت کاوه او کله چې دې آیت ته ورسېد:

{أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ﴿٣٥﴾ (آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ ﴿٣٦﴾ ایا دوى آسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي.

أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ ﴿٣٧﴾} ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي).

الطور سورت.

هغه وویل: نږدې وه چې زړه مې والوځي. [79]

[۷۹] صحیح البخاري، : ۴۸۵۴ شمېره حدیث.

نو په قرانکریم کې داسې حیرانونکي رازونه دي چې د انسان روح ته رسیږي.

نو فکر وکړه چې د مشرکانو ښځې څنګه د ابوبکر د کور خواوشاته په جم او جوش سره راغونډېدلې کله به چې هغه قرآن تلاوت کاوه، د زیاتې لیوالتیا او اغیزې له امله چې پرې یې درلوده، تر دې چې پدې کار د قریشو نارینه وویریدل.[80] [۸۰] صحیح البخاري، : ۳۹۰۵. شمېره حدیث. لدې امله د قریشو استازي سره پدې سلا شول چې قرآن به نه اوري، او نه به یې خپلو اولادونو ته وراوروي، ځکه همدا په کفر د پاتې کيدو یوازینۍ لار ده.

د قرآن کریم له عجایبو څخه چې نه خلاصیدونکي دي هغه څه دي چې ډاکټر عبدالله دراز - رحمه الله - په بېلابېلو وختونو کې د قرآن کریم د آیتونو د نزول په اړه ذکر کړي دي، بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم- د سورتونو په منځونو کې په ځانګړو ځایونو کې د ځینو آیتونو اېښودلو او په نورو سورتونو کې د یو لړ نورو آیتونو ځای پر ځای کولو ته اشاره کړې ده، بيا يې په اخر کې هر یو سورت د یو ځانګړې ساختمان په څېر ښکاريږي، پر هغه دې الله ورحمیږي بیا وایې: د قرآن د نزول پر مهال په قرآن کې ځينې موضوعات له نورو موضوعاتو څخه په جلاوالي کې زياتېدل او په تدريجي ډول يې د نورو آيتونو له نازلېدو وروسته خپلواک واحدونه جوړ کړل او ځينې نور آیتونه یو له بل سره تداخل لري، دا هر څه به د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د امر سره سم تر سره کېدل او هغه به په خپل وار سره له جبریل - علیه السلام - څخه لارښوونې اخیستلې.

که موږ بې شمیره تاریخونه په پام کې ونیسو - د قرآن کریم د آیتونو د نزول نیټې - او موږ یادونه وکړو چې دا وحې عموما په ځانګړي شرایطو او فرصتونو پورې تړلې ده، دا موږ د هغه وخت په اړه پوښتنې کولو ته اړ باسي چې هر سورت پکې په بشپړ ډول د یو ځانګړې ساختماني واحد په توګه تنظیم شوی دی. لکه قرآن چې د یوې پخوانۍ لرغونې ودانۍ شمېرل شوې ټوټې وې، چې د پخوا په څیر په یو بل ځای کې یې د بیارغونې اراده شتون ولري، که نه نو څنګه کیدی شي د سملاسي او منظم ترتیب په اړه یې وضاحت ورکړل شي، په هغه برخه کې چې د ډیری سورتونو پورې اړه لري. مګر د راتلونکو پیښو په وړاندې د داسې پلان جوړولو پر مهال انسان څه ډول تاریخي تضمین، د هغه قانوني غوښتنې، او مطلوب حلونه ترلاسه کولی شي؟ برسېره پر دې چې دا حلونه په کوم ژبني شکل کې وړاندې شي او د دې سورت پر ځای د بل سره اسلوبي مطابقت ولري؟

ایا موږ دې نتیجې ته نه رسیږو چې د دې پلان بشپړیدل او په مطلوب ډول یې پلي کول د یو لوی خالق مداخلې ته اړتیا لري چې د دې مطلوبي همغږۍ رامنځته کولو وړتیا لري؟" [81].

[۸۱] کتاب: مدخل الی القران الکریم، د. عبدالله دراز

نو قرآن کریم د پيغمبر- صلی الله علیه وسلم - په ریښتینولۍ یوه خپلواکه معجزه ده.

او هغه معجزې چې د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په لاس اجرا شوي دي له زرو ډیرې زیاتې دي او په لنډ وخت کې تیرې شوې دي، او هغه چا چې مونږ ته رانقل کړي دي تر ټولو ریښتیني او نیکان خلک دي.

او دا راویان چې موږ ته يې دا معجزې رانقل کړي دي، په ډیرو وړو کارونو کې یې دروغ ویل روا نه بلل، نو څنګه کیدی شی چې پر هغه دې دروغ ووایي، پداسې حال کې چې هغوی پدې پوهیږي چې څوک پر هغه دروغ ووایي نو د ځان لپاره دې په اور کې ځای ناستی وټاکي، لکه څرنګه چې هغه - صلی الله علیه وسلم- مونږ لدې څخه ویرولې یو.

او د هغه - صلی الله علیه وسلم- ځينې معجزې د هغه ​​شاوخوا زرګونو صحابه کرامو لیدلې وې، او ځينې يې داسې دي چې په لسګونو کسانو روايت کړي دي، نو دا څنګه کېدای شي چې په دې ټولو کې دې په دروغو سره موافقه وکړي؟

د هغه د معجزو یوه بیلګه چې د خلکو لویه ډله پکې حاضره وه: د خرما د ډډ ژړا وه چې دا یو مشهور او متواتر حدیث دی؛ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - به د خرما په یو ډډ خطبه ورکوله، نو کله چې ورته ممنبر جوړ شو او پرې وخوت او خطبه یې ورکړه نو د خرما هغه تنه په ژړا شوه، او لکه د ماشوم په څېر ژړا یې کوله، او تر هغه یې ژړا کوله تر څو چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په غیږ کې ونیوه او ځانته یې رانیږدې کړه، نو بیا چپ شوه.

دا حدیث له صحابه و څخه: انس بن مالک، جابر بن عبد الله، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر، أبی بن کعب، أبو سعید، سهل بن سعد، عائشة بنت ابی بکر او ام سلمه رضي الله عنهم روایت کړی دی.

نو آیا دومره شمېره صحابه به په داسې یو روایت لکه دا؛ په دروغو باندې سره سلا وکړي؟

په حقیقت کې د هغه ځینې معجزې په زرګونو صحابه کرامو لیدلې وې، لکه د هغه د عزتمندو ګوتو تر منځ د اوبو چینه راوتل تر دې چې اودس یې ترې وکړ او یو زرو پنځه سوه اصحابو ترې اوبه وڅښلې، دا حدیث متواتر دی او بخاري او مسلم روایت کړی دی.

او د لږو خوړو ډیریدل تر څو ترې یو لوی لښکر خوراک وکړي دا هم د صحابه کرامو له متواترو روايتونو څخه دي او يوازې بخاري د رسول الله - صلى الله عليه وسلم - په لاس د خوړو د زياتوالي معجزې په پنځو ځایونو کې ذکر کړي دي.[۸۲]

[82] البخاري (1217)، البخاري (2618)، البخاري (3578)، البخاري (4101) او البخاري (6452) . دا ټول مختلف واقعات او حقایق دي او دا یوازي په بخاري کي راغلي دي!

که د صداقت دلیلونه ثابت وي او د هغه - صلی الله علیه وسلم - په ​​نبوت معجزې ډیرې وي، نو یو عاقل سړی څنګه لدې ټولو څخه انکار کولی شي او دروغ یې ګڼلی شي؟.

او دا ځینې نور واړه مثالونه دي چې د هغه - صلی الله علیه وسلم - په معجزو دلالت کوي.

له شپو څخه یوه شپه پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د تېزې سیلۍ د رالوتلو خبر ورکړ، او خلک یې له راپورته کیدو څخه منع کړل، نو یو سړی راپاڅېده، سیلۍ په هوا کړ او له خپل ځای څخه یې په یو لرې ځای کې یې وغورځاوه.[83]

[۸۳] صحیح مسلم، : ۳۳۱۹ شمېره حدیث.

او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د نجاشې له مړینې څخه خبر ورکړ، په کومه ورځ چې هغه وفات شوی و، او څلور تکبیرونه یې پرې وویل(جنازه یې پرې وکړه). [84]

[۸۴] صحیح البخاري، : ۱۳۳۳.شمیره حدیث.

او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د عمر، عثمان، علي، طلحة او زبیر رضي الله عنهم اجمعین د شهادت وړاندوینه وکړه، او دا چې دوی به په خپلو بسترو کې نه مړه کیږي لکه څرنګه چې نور خلک مړه کیږي. رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ له ابوبکر، عمر، عثمان، علي، طلحه او زبیر - رضی الله عنهم - سره غره ته وخوت، نو یوه تیږه وخویده، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - غره ته یې وویل: آرام شه، پر تا له پيغمبر، صدیق او شهید څخه پرته بل څوک نشته.[85] [۸۵] صحیح مسلم، : ۲۴۱۷. شمېره حدیث. نو هغه د خپل ځان لپاره په نبوت او ابوبکر ته په ریښتینولۍ پریکړه وکړه او پاتې نورو ته پر دې چې دوی به شهیدان وي، او په هغه څه یې چې خبر ورکړی و همغسې وشول.

او نږدې ۱۵۰ داسې حدیثونه شته چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پکې د خپل رب تعالی نه دعا کړې ده او سملاسي یې سوال قبول شوی پداسې حال کې چې خلکو لیده. [86]

[86] دا حدیثونه سعید بن عبدالقادر باشنفر په خپل کتاب دلائل النبوة کې راټول کړي او دا کتاب د دار ابن حزم چاپ دی. او کله چې د مکې خلکو له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه وغوښتل چې دوی ته کومه نښه وښايي، نو سپوږمۍ یې ورته دوه ټوټې وښودله، تر دې چې دوی یې په منځ کې حرا ولیده، دا حدیث متواتر دی. یعنې د صحت له اړخه په لوړه درجه کې دی. او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په لویو غونډو لکه: جمعو او اخترونو کې د سورة القمر تلاوت کاوه؛ هغه سورت چې د سپوږمۍ د دوه ټوټې کیدلو معجزه پکې ده، تر څو خلکو ته د خپلو معجزو په اړه ور واوروي، او په خپلې ریښتینولۍ به یې پرې استدلال کاوه.

بیا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خبرول لدې چې آدم -علیه السلام- د ژوندیو مخلوقاتو وروستی دی: «او آدم علیه السلام یې د جمعې په ورځ د ماسپښین له لمانځه څخه وروسته پيدا کړ، د پیدایښت په اخر کې».[87] [۸۷] صحیح الجامع، ۸۱۸۸، شمیره حدیث. دا خبره اوس- په علمي لحاظ ثابته شوې ده، ساینس ثابته کړې ده چې انسان د ځمکې پر مخ وروستی ژوندی موجود دی، نو څنګه پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - پوه شو چې ادم - علیه السلام- وروستی مخلوق دی؟ چې په ځمکه کې د نباتاتو او حیواناتو له ظهور نه وروسته راښکاره شوی؟

او د الله تعالی دې وینا ته پام وکړه:

{وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً} (او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه تته وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله).

الاسراء سورت ۱۲ آیت.

فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ: يعنې سپوږمۍ چې د شپې نښه ده -په لومړي سر کې- ځلېدونکي وه، بیا یې رڼا لرې کړی شوه.

او دا هغه څه دي چې صحابه کرامو پرې مبارک آیت تفسیر کړی، امام ابن کثیر په خپل تفسیر کې روایت کړی چې عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمایلي دي: سپوږمۍ به د لمر په څیر ځلیدله، او هغه د شپې نخښه وه، نو بیا یې رڼا له منځه لاړه". او عجيبه خبره دا ده چې ساینس هم نن دې پایلې ته رسیدلی، ناسا په خپله رسمي ويبپاڼه او رسمي چينل خپاره کړي دي چې : د سپوږمۍ د ژوند لومړۍ دوره، داسې وه چې هغه پکې ځلانده روښانه وه.[88] [88] http://www.nasa.gov/mission_pages/LRO/news/vid-tour.html https://www.youtube.com/watch?v=UIKmSQqp8wY

په تواتر ثابته شوې چې د غیبو نخښانې او خبرونه او د ځمکې او آسمانونو کره بې شمېره رازونه، د یو انسان په لاس واقع کیږي چې هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دی او قرآن پرې نازل شوی، او په هغه څه سره یې راتګ کړی چې پخواني پیغمبران پرې وو، او د هغه ملاتړ د الله لخوا شوی دی، او تر هغه پورې مړ نه شو تر څو چې شریعت بشپړ او کامل شو. پدې قطعي پریکړه چې هغه نبي دی، د عقل په هوښیارتیا دلالت کوي. د هغه - صلی الله علیه وسلم - غیبي نخښې له زرو اوړي.

او د معجزو نقلوونکي د هغه صحابه دي؛ له هغه وروسته تر ټولو ریښتوني او نیکان خلک.

د حیرانتیا خبره خو دا ده چې مشرانو صحابه کرامو ایمان راوړ مخکې لدې چې معجزې وګوري هغوی اسلام راوړ ځکه هغوی پوهیدل چې نبي کریم محمد -صلی الله علیه وسلم- ریښتونی دی او هغه هیڅکله دروغ ندي ویلي.

د سترو صحابه کرامو دغه دریځ یو هوښیار فکري دریځ دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت د اثبات لپاره کافي، حقیقي او خپلواک ثبوت د هغه ریښتینولي ده... دا ځکه چې: هغه څوک چې د نبوت دعوه کوي، یا خو: په خلکو کې تر ټولو رښتیني وي، ځکه چې هغه نبي دی... نو پیغمبر د خلکو تر ټولو رښتینی وي. یا هغه خو هغه تر ټولو خلکو درواغجن وي، ځکه چې هغه د ډیرو مهمو مسئلو په اړه دروغ جوړوي. او هیڅکله ریښتیني خلک له دروغجنو سره نه ګډیږي مګر د هغه چا په اند چې تر ټولو زیات جاهل وي. [89]

[۸۹] ثبوت النبوات عقلًا ونقلًا، ابن تيميه، دار ابن الجوزي، ۵۷۳ مخ، او په همدې معنا سره په هماغه سرچینه کې، ۳۱۸ مخ.

څومره آسانه ده چې یو عاقل انسان د ریښتوني او دروغجن انسان تر منځه توپیر وکړي. او مشرکانو د هغه - صلی الله علیه وسلم - د بعثت په لومړيو ورځو کې اقرار وکړ چې هغه هیڅکله دروغ ندي ویلي، نو ورته یې وویل: "مونږ هیڅکله پر تا دروغ ندي تجربه کړي".[90] [۹۰] صحیح البخاري حدیث شمیره: ۴۹۷۱.

او کله چې هرقل له ابو سفیان څخه له اسلام راوړلو مخکې وپوښتل: "ایا تا مخکې له دې چې هغه څه ووایي چې اوس وایي، کله په دروغو تورن کړی دی؟"

نو ابو سفیان وویل: نه

نو هرقل وویل: "هیڅکله به داسې ونه کړي چې په خلکو دروغ ویل پریږدي او په الله دروغ ووايي".

بیا هرقل خپلې خبرې پوره کړې او خپله مشهور وینا یې وکړه: "که چېرته زه ورسره وم، ما به د هغه پښې وینځلي وې".[91]

[۹۱] صحیح البخاري، : ۷ شمیره حدیث. کفار لدې عاجز پاتې شول چې د هغه په ټول ژوند کې پرې یو دروغ ویل ثبوت کړي، لدې امله قرآن کریم هغوی وغندل چې کافران پاتې شول سره لدې چې هغوی له بعثت نه وړاندې د پیغمبر په حال پوهېدل، زمونږ پاک رب فرمایلي دي: {أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ}. (یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي).

المؤمنون سورت ۶۹ آیت. د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حالت او د هغه سیرت خپلواک دلیل پردې دی چې هغه پیغمبر دی. صلی الله علیه وسلم.

که چېرته د ریښتینولۍ دلایل په عمومي ډول د هغه د نبوت تایدونکي وي نو بیا څنګه یو هوښیار هندو دا دروغ ګڼلی شي؟

۲۱- آیا په الله ایمان راوړل او پر پیغمبرانو کافرېدل بسنه کوي، لکه څرنګه چې ځینې هندوان یې کوي؟ ځواب: نه. د الله په شتون ایمان لرل او په انبیاوو ایمان نه راوړل بسنه نه کوي چې انسان دې الله ته غاړه ایښودونکی شي. نو دا څه معنا چې په دې ایمان ولرې چې الله خالق، رازق او چاره کوونکی دی، بیا یې په وحې کافر کیږې او د هغه له رسولانو څخه انکار کوي.

دا لوی کفر دی.

په حقیقت کې له دې څخه لوی جرم نشته چې الله ته خپل وحی بیرته رد کړي ( ویې نه منې ) الله تعالی فرمایلي دي:

{إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّـهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّـهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا ﴿١٥٠﴾. (بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په منځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په منځ كې (بله) لار ونیسي. أُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿١٥١﴾}. دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى). النساء سورت.

نو څوک چې په الله ایمان ولري او په انبیاوو کافر شي، نو هغه واقعاً کافر دی.

نو هر هغه څوک چې د پیغمبرانو له جملې څخه په یوه پیغمبر باندې کفر وکړي هغه الله باندې کافر شو، ځکه چې هغه د الله له وحې څخه انکار کړی دی، نو د یهودانو او نصاراوو په منځ کې اهل کتاب ځکه کافر شوي چې هغوی د محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم په نبوت کافر وو.

{إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ}. (بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي، هم دغه كسان تر ټولو بد خلق دي)

البینة سورت ۶ آیت.

او دوی لره د الله تعالی ګواښل چې اور ته به یې ننباسي په حقه دی. {فَحَقَّ وَعِيدِ}. (نو زما عذاب (پرې) ثابت شو) ق سورت: ۱۴ آیت.

نه اسلام او نه نجات یوازې پدې کې دی چې انسان دا ومني چې الله تعالی خالق، رازق، ژوندی کوونکی، مړکوونکی دی او بس، بلکې د هغه پر رسولانو باور هم اړین دی. نو د الله په وجود ايمان او په پېغمبرانو کفر کافي نه دى او بنده ته د قيامت په ورځ د الله په نیز ګټه نه رسوي، ځکه چې بايد د الله عبادت وکړي او د هغه پر ټولو رسولانو پوره ايمان ولري. او که چیرته یوازې د الله تعالی په شتون ایمان بسنه کوله، نو الله به خپل پیغمبران نه و رالیږلي، او نه به یې کتابونه نازل کړي و، ځکه ټول انسانان الله په فطرت سره پیژني.

الله هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست، لارښوونه یې درته کړې ده، او رزق یې در کړی دی، نو یوازې همغه ذات د دې وړ دی چې عبادت یې وکړې لکه څرنګه یې چې درته د پیغمبرانو له لارې روا کړی دی.

نو په ټولو انبیاوو او د هغوی په وروستي پيغمبر محمد بن عبد الله -صلی الله علیه وسلم- ایمان راوړل په کار دي.

۲۲- الله تعالی ولې شر پیدا کړی دی؟ یا په بل عبارت: یو مسلمان د " شر ستونزې" ته څنګه ځواب ورکوي؟

ج: د شر فتنه په هندویزم کې تقریبا تر ټولو لویه ستونزه ده او د هندویزم فلسفه دا ده چې یو سړی تر هغه وخته پورې په کنډرو کې ژوند کوي تر څو له بدۍ څخه خلاص شي، او هندویزم تکراري زیږون د هغې بدۍ لامل ګڼي چې انسان په مخکني ژوند کې تر سره کړې ده.

او دا ټول غلط دي، بدي له شک پرته په نړۍ کې شتون لري: ځکه چې مونږ مکلف یو.

ځکه چې مونږ د امتحان په نړۍ کې یو.

زمونږ پاک رب فرمایلي دي:

{وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً} (او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو).

الأنبیاء سورت ۳۵ آیت.

ښه او بد ځکه چې تاسو مکلف یاست، او تکلیف ستاسو د وجود موخه ده.

الله تعالی فرمایلي دي:

{الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ} (هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى)

الملک سورت ۲ آیت.

نو تر هغه چې موږ مکلف یو، نو دا طبیعي ده چې هلته به فتنې او مصیبتونه وي، او دا هم طبیعي ده چې په بدو پوه شو.

بدۍ، یو څه درد، او د نافرمانۍ کولو وړتیا طبیعي اړتیا او د آزادې ارادې او الهي مکلفیت ښکاره پایله ده.

د بدیو، شر، آفتونو او شهوتونو موجودیت په ښه انسان کې تر ټولو ښه صفتونه او په بد انسان کې تر ټولو بد صفتونه راښکاره کوي.

نو د بدۍ تر څنګه، مونږ له دومره ښېګڼو سره ژوند کوو چې نه شمېرل کیږي.

او نعمتونه چې نه شمېرل کیږي.

او بدۍ لږه ده، او د هغه لوی خیر په څنګ کې دا هم چلیږي؛ چې مونږ پکې ژوند کوو.

که په دنیا کې بدۍ نه وای، نو له هغه ځای څخه به نه وای راوتی چې پکې زیږیدلی یې!

نو نه خو به تمدن وای، او نه به ښارونه، کارخانې او کورونه جوړیدل، او خلکه به کار کولو ته هم اړ نه وو، او نه به هم خلکو د ناروغۍ، ستونزې د حل په وړاندې د مقاومت فکر کولای او یا د یو داسې فکر اختراع کول چې سکون یې را جلب کړي!

او انسان به اړ نه و چې د خپل زیږون له ځای څخه اصلا بل ځای ته لاړ شي.

ځکه چې هیڅ شر نشته، او نه ستړتیا شته، نه کوم مصیبت، نه کومه ستړیا، او هیڅ ستونزه نشته چې موږ یې د حل په لټه کې یو!

نو بیا ستړیا، بې خوبه کېدل، فکر کول او کار کول د څه لپاره؟

نو شر هغه اړتیا ده چې په دنیا کې ترې چاره نشته!

نو ژور فکر وکړه!

ډیری خلک دي چې کله په مصیبتونو او بدیو اخته شي، نو دوی بیرته الله ته رجوع کوي او نیکان جوړیږي، نو لوی الله لره پاکي ده او هغه د ستاینې وړ دی.

د الله تعالی په ټولو تقدیرونو کې حکمت او خیر وي، که څه هم ځینې یې په ظاهري توګه شر، مصیبت یا تنګستیا ښکاري، مګر په پای کې پکې لوی خیر او ژور الهي حکمت نغښتی وي.

بدۍ د دې لپاره ده چې تاسو مکلف یاست، نه دا چې تاسو په تیر ژوند کې ګناهونه کړي دي.

23- د الله سبحانه وتعالی په وړاندې د تسلیمیدو نخښې څه دي؟ یا په بل عبارت: تاسو څنګه پوهیږئ چې تاسو الله ته مسلمان شوي یاست او په بشپړ ډول هغه ته په پوره تسلیمیدو سره تسلیم شوي یاست؟

ج: الله تعالی ته د تسلیمېدو نخښې څلور دي:

لومړی: د خپل ژوند په هر کوچني او لوی کار کې د الله بندګي وکړه، الله تعالی فرمایلي دي:

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العالمین لپاره دي.

لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾} د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم)

سورة الأنعام.

زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ د الله رب العالمین لپاره دی: هر څه چې زه کوم د الله لپاره یې کوم، دا د الله په وړاندې د تسلیمیدو لومړنۍ نخښې او نښانې دي.

دویمه نخښه تر څو تاسو په بشپړ ډول الله ته تسلیم شوي یاست: د هغه څه پیروي کول دي چې الله پرې امر کړی او له هغه څه څخه ډډه کول دي چې هغه ترې منع کړې ده.

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّـهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ} (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ).

الأنفال سورت ۲۰ آیت.

او الله تعالی فرمایلي دي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً} (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ).

البقرة سورت ۲۰۸ آیت.

في السلم یعنې : په اسلام کې.

ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً: يعنې هر هغه څه چې الله پرې امر کړى پابند اوسئ او له هغه څه نه یې چې منع کړي یاست منع شئ.

په کوم څه چې الله ماته په قرآن کې د یو څه کولو امر کړی یا د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - په سنتو کې د یو څه کولو امر کړی دی هغه کوم .... له کوم شي څخه یې چې منع کړی یم ، ترې منع کیږم ، نو دا الله تعالی ته بشپړ تسلیمیدل او غاړه ایښودل دي.

الله تعالی ته د تسلیمیدو دریمه نښه دا ده چې: موږ هغه څه ته غاړه کېږدو چې الله یې راته حکم کړی، نو د هغه په حکم خوشحالیږو او منو یې.

موږ د قرآن او د محمد - صلی الله علیه وسلم - په سنتو کې هر الهي قانون منو، ځکه چې الله ښه پوهیږي په هغه څه چې د هغه د بنده ګانو اصلاح پرې کیږي.

{أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ}. (آیا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى).

الملك سورت ۱۴ آیت.

او الله پاک فرمایلي:

{وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّـهِ حُكْمًا} (له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!)

المائدة سورت ۵۰ آیت.

الله هغه ذات دی چې پوهیږي کوم کار د خلکو لپاره په دنیا او آخرت کې ښه دی.

د الله د قانون پلي کول خلک پاکوي او په خوندیتوب کې ژوند کول ور په برخه کوي.

الله تعالی فرمایلي دي:

{وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّـهِ} ﴿٦٤﴾ سورة النساء. (او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي).

النساء سورت ۶۴ آیت.

الله رسولان د دې لپاره نه دي لیږلي چې موږ د دوی شریعت پریږدو او د نورو قانون ته غاړه کیږدو.

او الله پاک فرمایلي دي:

(فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا). (پس داسې نه ده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل منځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني).

د النساء سورت ۶۵ آیت: د الله قانون ته په بشپړ ډول تسلیمیدل اړین دي، ځکه چې د الله قانون ته تسلمېدل، اسلام ته د غاړې اېښودلو یوه نخښه ده!

الله تعالی ته د تسلیمېدو څلورمه نخښه: د الله تقدیر ته تسلیمېدل دي، ځکه چې هر څه الله تعالی په خپل حکمت سره اندازه کړي دي، لدې امله مسلمان د الله په ټولو تقدیرونو کې ... په ښه او بد کې الله ته تسلیمیږي.

که مسلمان ته خوشحالي ورسيږي نو شکر کوي او که کوم مصیبت ورته ورسیږي صبر کوي.

نو هر امتحان د یو حکمت او تکلیف له مخې وي.

هر څه د الله پاک لخوا ټاکل شوي دي: روغتیا، ناروغي، شتمني، بې وزلي ... هر څه د هغه د تقدیر او حکمت سره سم دي، او مسلمان باید په تقدیرونو راضي وي ځکه چې الله د هغې اندازه کوونکی دی.

زمونږ رب سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

{إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى)

القمر سورت ۴۹ آیت.

او الله تعالی فرمایي:

{قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّـهُ لَنَا} ﴿٥١﴾ (ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه رسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى).

التوبة سورت ۵۱ آیت.

مونږ ته به هیڅ نه رارسیږي مګر هغه څه چې الله زمونږ لپاره ټاکلي وي.

او الله تعالی فرمایلي دي:

{وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّـهِ} ﴿١٤٥﴾ (او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره)

آل عمران سورت ۱۴۵ آیت.

اجلونه الله ټاکلي دي.

هر څه چې په کایناتو کې پیښیږي، او هره ذره چې په نړۍ کې خوځښت کوي او هره پیښه چې پیښیږي د الله په علم او د هغه په اراده، حکمت او قدرت سره پېښیږي.

زمونږ رب سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

{ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} ﴿٢﴾ (او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كولو سره).

الفرقان سورت ۲ آیت.

هغه پاک ذات دی چې هر څه یې پیدا کړي او هر څه یې اندازه کړي دي او هغه څه چې وغواړي هغه کیږي او څه چې ونه غواړي هغه نه کیږي.

زه د یو مسلمان په حیث د الله تعالی ټولو احکامو ته غاړه ږدم.

په دې توګه یو سړی د الله په وړاندې مسلمان ګرځي.

بالاخره! زه څنګه په اسلام کې داخل شم؟

اسلام ټول بشریت ته د الله تعالی دین دی، الله تعالی فرمایلي دي:

{إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ} (بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى)

آل عمران سورت ۱۹ آیت.

اسلام هغه دین دی چې الله تعالی له هغه پرته بل دین نه مني.

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} (او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى).

آل عمران سورت ۸۵ آیت.

لدې امله په هر هندو او غیر هندو انسان واجب دي چې اسلام قبول کړي.

په اسلام کې له اور څخه خلاصون او د الله د رضایت او جنت لاس ته راوړل دي.

په اسلام کې داخلېدل یو له سترو نعمتونو څخه دي، بلکې دا ستاسو په وجود کې تر ټولو لوی او مهم شی دی.

اسلام په حقیقت کې فطرت او عقل او ویداس ته ورګرځیدل دي.

اسلام ته داخلېدل آسانه دي او رسمي مراسم او چارو ته اړتيا نه لري، يوازې انسان بايد دوه د شهادت (ګواهۍ) کلمې ووایي، هغه دا چې: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله. زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او زه شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.

په دې توګه هغه مسلمان شو.

بیا د اسلام په عملي کولو پیل کوي.

زه سپارښتنه کوم چې د اسلام هاوس ویب پاڼه تعقیب کړئ، هر یو د خپلې ژبې مطابق، ترڅو نوی مسلمان زده کړي چې څنګه باید اسلام تطبیق کړي.

د ویب پاڼې لینک: https://islamhouse.com/ar/