حكم السحر والكهانة
د جادو او کوډګرو د حکم په اړه (رساله) پیغام د شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز لخوا رحمه الله بسم الله الرحمن الرحيم د جادو، کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري [1] [1] د دې مقالې یوه برخه د "مجموع فتاوى ومقالات متنوعة" کتاب په درېم ټوک کې د (جادو او کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او همدارنګه بشپړه مقاله د ریاست له لورې د (جادو او کاهنانو د حکم په اړه پیغام) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او په "مجلة الیمامة" او "مجلة البحوث الاسلامیة" کې هم خپره شوې ده. الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وبعد:
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
د جادو او کوډګرو د حکم په اړه (رساله) پیغام
د شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز لخوا
رحمه الله
بسم الله الرحمن الرحيم
د جادو، کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري [1]
[1] د دې مقالې یوه برخه د "مجموع فتاوى ومقالات متنوعة" کتاب په درېم ټوک کې د (جادو او کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او همدارنګه بشپړه مقاله د ریاست له لورې د (جادو او کاهنانو د حکم په اړه پیغام) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او په "مجلة الیمامة" او "مجلة البحوث الاسلامیة" کې هم خپره شوې ده.
الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وبعد:
په دې وروستیو کې د کوډګرو زیاتوالي ته په لیدو چې د طب پوهنې دعوا لري او د جادو او یا کوډو له لارې درملنه کوي، نو په ځینو هیوادونو کې د دوی خپرېدل او د خلکو د ناپوهۍ څخه په ګټې اخېستو، ما وپتېله چې د الله تعالی د رضا لپاره، د هغه بندګانو ته دا موضوع روښانه کړم، او هغه څه چې د اسلام او مسلمانانو لپاره ستر خطر لري څرګند کړم، ځکه چې پدې کې له الله تعالی پرته له بل څه سره تعلق پیدا کول او د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د امر خلاف عمل کول دي.
نو د الله تعالی په مرسته پیل کوم او وایم چې: درملنه جواز لري، او مسلمان کولی شي د داخله، جراحي، او عصبي یا ورته ناروغیو لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ ترڅو خپله ناروغي تشخیص کړي او د هغې لپاره د شریعت له مخې جواز لرونکي درمل وکاروي، د هغه څه له مخې چې د طب په علم کې یې پیژني؛ ځکه چې دا د عادي اسبابو څخه کار اخیستل دي او په الله تعالی د توکل سره مخالفت نه لري، الله تعالی چې ناروغي رالېږلې، ور سره یې د هغې درمل هم رالېږلي دي، څوک چې پرې پوهېږي هغه پوهېږي او څوک چې پرې نه پوهېږي هغه نه پوهېږي، خو الله تعالی خپلو بندګانو ته په حرامو کې شفا نه ده اېښودلی.
نو د ناروغ لپاره جواز نلري هغو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورشي چې په غیبو د پوهیدو ادعا کوي ترڅو له هغوی څخه د خپلې ناروغۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي، همدارنګه جوار نلري په هغه څه باور وکړي چې دوی یې ورته وایي، ځکه چې دوی له غیبو څخه خبرې کوي، او یا پېریان رابلي او له هغوی څخه د خپلو غوښتنو لپاره مرسته غواړي او د دوی حکم کفر او ګمراهي ده کله چې دوی په غیبو د پوهیدلو ادعا کوي. مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی چې نبي -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: (من أتى عرَّافاً فسأله عن شيء لم تقبل له صلاة أربعين يوماً) (څوک چې کاهن -غیب ویونکي- ته لاړ شي او له هغه څخه د څه شي پوښتنه وکړي نو څلویښت ورځې یې لمونځ نه قبلیږي). او د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (من أتى كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أُنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم) (څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي). دا حدیث ابو داود نقل کړی او د څلورو سننو خاوندانو هم روایت کړی دی، او حاکم په صحیح روایت سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په دې الفاظو سره نقل کړی دی: (من أتى عرّافاً أو كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم)، (څوک چې عراف (غیب ویوونکي) یا کاهن ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي). له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (ليس منا من تطير أو تُطير له أو تكهن أو تُكهن له أو سحر أو سُحر له ومن أتى كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم- ) (هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي). البزار په ښه سند سره روایت کړی دی.
نو په دې مبارکو حدیثونو کې غیب ویونکو، کاهنانو، جادوګرانو او دوی ته ورته کسانو ته تلل، له هغوی څخه پوښتنه کول او باور پرې کول او پدې - کارونو - سخت ګواښل راغلي دي، نو حاکمانو، محتسبینو او نورو ټولو هغه کسانو باندې چې ځواک او واکمني لري فرض ده چې د کاهنانو او فال ويونکو او دې ته ورته نورو کسانو له تګ څخه خلک منع کړي او د هغو کسانو مخه ونيسي چې په بازارونو او نورو ځایونو کې په دې کار کې لاس لري، او د هغوی دا کار په کلکه وغندي او همدارنګه هغه کسان دې منع کړي چې دې ډول خلکو ته ورځي. دا جواز نه لري چې په ځینو چارو کې د دوی په ریښتیا ویلو - او دا چې ګڼ شمېر خلک دوی ته راځي - دوکه شي، ځکه چې دوی ناپوه دي او دا روا نه ده چې خلک پر دوی دوکه شي؛ ځکه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دوی ته د تګ، له دوی د پوښتلو او د هغوی تصدیقولو څخه منع کړې ده، ځکه چې دا د لوی شر، جدي خطر او د ناوړو پایلو لامل ګرځي، ځکه چې دوی دروغجن او فاسقان دي. همدارنګه په دې حدیثونو کې د کاهن او جادوګر د کفر دلیل شتون لري، ځکه چې دوی دواړه پر غیبو د پوهېدو ادعا لري او دا کفر دی، او ځکه چې دوی یوازې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د پېریانو خدمت او عبادت کوي پرته له الله تعالی څخه، او دا په الله تعالی کفر او ورسره شرک کولو ته لاره هواروي، نو څوک چې د دوی پر غیبو د پوهېدو په ادعا کې هغوی ريښتني وګڼي، هغوی به هم د دوی په څېر وي، او څوک چې دا ډول کارونه له هغو کسانو څخه زده کړي چې دا کارونه کوي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه بېزاري اعلان کړې ده. او د مسلمان لپاره جواز نلري چې هغه څه ته چې هغوی یې ګمان کوي چې هغه درملنه ده لکه د جادوګرۍ خبرې او یا د ویلی شوي زیړ (رصاص) تویول او داسې نور هغه خرافات چې دوی یې کاروي، ځکه چې دا له غیبو څخه خبر ورکول او خلک دوکه کول دي او څوک چې په دې راضي شي نو په یقین سره هغه په باطل او کفر کې هغوی سره مرسته وکړه. همدارنګه هېڅ مسلمان ته روا نده له دوی وپوښتې چې په راتلونکې کې به یې زوی څوک کوي یا د بل خپلوان په اړه ترې پوښتنه وکړي، یا د هغه څه په اړه ترې وپوښتې چې د ښځې او خاوند او یا یې د کورنیو تر منځه د محبت او وفادارۍ یا دښمنۍ او جلا کېدو خبرې دي.
ځکه چې دا له غیبو څخه دي چې یوازې الله تعالی پرې پوهېږي.
جادو د کفري حرامو اعمالو څخه یو دی، لکه څنګه چې الله تعالی په سورت البقره کې د دوو ملاېکو په اړه ویلي دي: {وما يعلمان من أحد حتى يقولا إنما نحن فتنة فلا تكفر فيتعلمون منهما ما يفرقون به بين المرء وزوجه وما هم بضارين به من أحد إلا بإذن الله ويتعلمون ما يضرهم ولا ينفعهم ولقد علموا لمن اشتراه ما له في الآخرة من خلاق ولبئس ما شروا به أنفسهم لو كانوا يعلمون}[2]. (او ښودنه به نه کوله دوی هېچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بېشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو، نو مه کافر کېږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بېلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د مېړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هېچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی (یعنې یهودان) هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهېدل دوی چې خامخا هغه څوک چې اخلي (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر، نشته ده لره په آخرت کې هېڅ برخه (د نیکۍ)، او هرومرو (خامخا) ډېر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستلی) دی دوی په هغه شي سره (حصه د) ځانونو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهېدلی). [2] سورة البقرة، الآية : 102.
نو دغه مبارک آيتونه پر دې دلالت کوي چې جادو کفر دی او جادوګران د سړي او ښځې تر منځ بېلتون راولي. او پر دې هم دلالت کوي چې جادو پخپل ذات کې ګټه او تاوان نه رسوي، بلکې دا د الله د کَوني تقدیري اجازې سره سم اغیزه درلودلی شي، ځکه چې الله -تعالی- د خیر او شر پیدا کوونکی دی، او دغو درواغجنو کسانو چې دغه پوهه یې له مشرکانو څخه په میراث وړې ده خورا لوی زیان او ستونزې رامنځته کړي دي، او کم عقله خلک یې غولولي دي، نو موږ ټول د الله یوو او د هغه لوري ته ورګرځو، او الله زموږ لپاره کافي او ښه غوره ضامن دی. همدارنګه دغه مبارک ایت په دې هم دلالت کوي چې هغه څوک چې جادو زده کوي يوازې هغه څه زده کوي چې ورته ضرر رسوي او ګټه نه لري او دا چې د الله په نزد د دوی برخه نشته، یعني: (قسمت او نصیب)، او دا د جادوګرو لپاره يو ستر ګواښ دی چې په دنیا او اخرت کې به هغوی تاوانیان وي، او دا چې دوی خپل ځانونه په ټیټه بیه وپلورل، او له همدې امله الله تعالی په دې وینا سره دوی ته ملامت کړل: {ولبئس ما شروا به أنفسهم لو كانوا يعلمون} [3]، (ډېره بده ده چې په خورا ناڅیز شي يې خپل ځانونه وپلورل که چېرې دوی پوهېدلي وای). او الشراء دلته د پلورلو معنا لري. [3] سورة البقرة، الآية : 102.
موږ له الله -جل جلاله- څخه د جادوګرانو، فال ویونکو او نورو کوډګرانو له شر څخه د عافیت او سلامتیا غوښتنه کوو، او همدارنګه موږ له هغه – سبحانه و تعالی- څخه سوال کوو چې مسلمانان ددوی له شر څخه وساتي، او مسلمانو واکمنانو ته توفیق ورکړي چې د دوی څخه باخبره شي او د الله حکم پرې پلي کړي ترڅو بندګان د دوی له ضرر او بد عمل څخه خوندي پاتې شي، ځکه چې هغه سخي او کریم ذات دی.
الله -جل جلاله- خپلو بندګانو ته داسې څه روا کړي چې د جادو له واقع کېدو وړاندې پرې خپل ځانونه وساتي او الله پاک هغوی ته دا - هم - واضحه کړې ده چې د جادو له کېدو وروسته پرې خپله درملنه وکړي، دا د هغه له خوا پر دوی مهرباني او احسان دی او پر دوی د هغه د نعمت بشپړول دي.
لاندې د هغو شیانو په اړه وضاحت دی چې د جادو له اغېزې څخه مخکې پرې ځان له خطر څخه ژغورل کېږي او هغه شرعي مباح څیزونه چې د جادو له اغېزې وروسته پرې درملنه کېږي.
او هغه څه چې د سحر له خطر څخه مخکې پرې ځان ژغورل کېږي تر ټولو اړین او ګټور یې : په شرعي اذکارو، مسنونو دعاګانو او معوذاتو سره ځان سپر کول دي چې له جملې څخه یې، د فرض لمونځونو پسې له مشروعه اذکار او سلام وروسته د آیت الکرسي تلاوتول دي، همدارنګه دغه آیت له ویده کېدو مخکې لوستل، او آیت الکرسي په قرآن کریم کې تر ټولو لوی آیت دی او هغه د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾ (الله هماغه (ذات) دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالوونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوک وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهېږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هېڅ شى نه شي راګېرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانونو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى). [4] سورة البقرة ، الآية : 255.
او د هغې له جملې څخه د لاندې سورتونو تلاوت کول دي: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)[5]، (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى). [5] سورة الإخلاص، الآية : 1.
او (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ)[6]، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د سبا پورې). [6] سورة الفلق ، الآية : 1.
او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس}[7]، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). د هر فرض لمانځه وروسته او د سهار له لمانځه وروسته د ورځې په پیل کې د سهار له لمانځه وروسته، او شپې په پیل کې د ماښام له لمانځه څخه وروسته او د خوب په وخت کې دغه درې سورتونه درې ځلې باید ولوستل شي او د هغو له جملې څخه د شپې په پیل کې د سورت البقرې له پای څخه د دوو آیتونو لوستل هم شامل دي، چې هغه د الله -تعالی- دغه قول دی: (آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُون َ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير) [8] (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هېچا په منځ كې توپیر نه كوو). او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). د سورت تر پایه. [8] سورة البقرة ، الآية : 285. [7] سورة الناس، الآية : 1.
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه وفرمایل: (من قرأ الآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه)، «څوک چې د بقرې سورت په پای کې دوه آیتونه د شپې لخوا تلاوت کړي، د هغه لپاره به کافي وي»، او معنا یې داده بیا هم الله ښه پوهېږي: د هر ډول شر له مخنیوي څخه به ورته بسنه وکړي، او د هغې له جملې څخه د شپې او ورځې لخوا او کله چې په کور، ودانۍ، دښته، فضا، سمندر کې مېشت کېږي، الله -تعالی- باندې - د هغه - په بشپړو کلمو سره پناه یوسي، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ددې خبرې پر بنیاد چې فرمایي: (څوک چې په یو کور کې میشت شي او بیا ووایي: (أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق ) «زه د الله په بشپړو کلمو سره د هر هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې هغه پیدا کړي دي» هیڅ شی به هغه ته ضرر ونه رسوي ترڅو چې له دغه کور څخه یې کډه نه وي کړې)، او د هغې له جملې څخه دا دی چې یو مسلمان د ورځې او شپې په پیل کې درې ځلې ووايي: (بسم الله الذي لا يضر مع اسمه شيء في الأرض ولا في السماء وهو السميع العليم) (د هغه الله په نوم چې ضرر نشي رسولی د هغه له نوم سره هیڅ یو شی پر ځمکه او نه په آسمان کې او هغه اورېدونکی او ښه پوه دی) دې کار ته د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د هڅونې له امله او دا چې دا عمل له هر ډول شر څخه د خوندیتوب سبب دی.
دغه اذکار او معوذات د هغه چا لپاره د جادو او نورو بدیو څخه د مخنیوي ترټولو لویه وسیله ده چې په اخلاص، ایمان، په الله باندې باور، توکل او اعتماد له مخې یې په دوامداره توګه ووایي او هغه څه ته د سینې پراخوالی چې - دا اذکار پرې - دلالت کوي او همدارنګه دا د جادو له پېښېدو وروسته د لرې کوولو له سترو اسلحو څخه ده، وروسته له دې چې الله -جل جلاله- ته ډېره عاجزي، تضرع وشي او غوښتنه وکړي چې ضرر او ستونزه ورڅخه لرې کړي. او هغه دعاوې چې د هغه -صلی الله علیه وسلم- څخه د مرضونو د درملنې لپاره ثابتې دي، لکه جادو او نورو مرضونو لپاره - او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- به خپل صحابه هغې سره دم کول: (اللهم رب الناس أذهب البأس واشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاء لا يغادر سقماً) (اې د خلکو ربه، دردونه لرې کړه او شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا چې ناروغي نه پریږدي) درې ځلې یې وایي. او د دمونو له جملې څخه یو دا دی کوم چې جبرائیل علیه السلام پرې پیغمبر صلی الله علیه وسلم دم کړی و، چې د هغه دا وینا ده: (بسم الله أرقيك من كل شيء يؤذيك ومن شر كل نفس أو عين حاسد الله يشفيك بسم الله أرقيك) (د الله په نوم، زه تا دموم، د هر هغه څه څخه چې تا ته زیان رسوي، او د هر نفس د شر او یا د کینه کوونکي د سترګو له شر څخه، الله دې تا ته شفا درکړي، د الله په نوم زه تا دموم). (دا کار دې درې ځلې تکرار کړي).
او همدارنګه د سحر له کېدلو وروسته د درملنې لپاره - په ځانګړې توګه - د هغه سړي لپاره ګټوره درملنه ده، چې د خپلې میرمنې سره له جماع څخه بند شوی وي، چې د شنې بېرې اووه پاڼې واخستل شي، په ډبره يا داسې بل کوم څیز باندې وټکول شي بیا په يوه لوښي كې واچول شي، او بیا ورسره دومره اوبه ګډې شي چې د غسل کولو لپاره بسنه کوي او دا پرې ولولي: آيت الكرسي او {قل يا أيها الكافرون}[9]، (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اې كافرانو! او (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)[10]، (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى). (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ) [11]، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د سبا پورې). او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس}[12]، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). او د سحر آيتونه چې په سورت الاعراف کې دي، چې هغه د الله –سبحانه و تعالی- دغه وینا ده: ﴿وأوحينا إلى موسى أن ألق عصاك فإذا هي تلقف ما يأفكون. فوقع الحق وبطل ما كانوا يعملون. فغلبوا هنالك وانقلبوا صاغرين﴾[13]، (او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول. نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول. نو هغه ساحران په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپک وګرځېدل). او هغه آیتونه چې په یونس سورت کې دي او هغه د الله – سبحانه و تعالی- دغه وینا ده: ﴿وقال فرعون ائتوني بكل ساحر عليم. فلما جاء السحرة قال لهم موسى ألقوا ما أنتم ملقون. فلما ألقوا قال موسى ما جئتم به السحر إن الله سيبطله إن الله لا يصلح عمل المفسدين. ويحق الله الحق بكلماته ولو كره المجرمون﴾ [14]، (او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ. نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ. پس كله چې دوى (امساګانې او پړي وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي). او آیتونه په سورت طه کې: ﴿قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون أول من ألقى. قال بل ألقوا فإذا حبالهم وعصيهم يخيل إليه من سحرهم أنها تسعى. فأوجس في نفسه خيفة موسى. قلنا لا تخف إنك أنت الأعلى. وألق ما في يمينك تلقف ما صنعوا إنما صنعوا كيد ساحر ولا يفلح الساحر حيث أتى﴾ [15]. (دوی وویل: اې موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي. ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي. نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله. مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې. هغه څه وغورځوه چې ستا په لاس کې دي هغه ټول څیزونه به تېر کړي چې هغوی جوړ کړي دي، هغوی د جادو ټګي جوړه کړې، او جادوګر چې هر چېرې په هره بڼه کې راشي بریمن کېدای نه شي). [9] سورة الكافرون، الآية : 1. [10] سورة الإخلاص، الآية : 1. [11] سورة الفلق، الآية : 1. [12] سورة الناس، الآية : 1. [13] سورة الأعراف، الآيات : 117-119. [14] سورة يونس، الآيات: 79-82. [15] سورة طه ، الآيات : 65-69.
او هغه څه چې په اوبو کې تلاوت شول له لوستلو وروسته دې درې غړپه اوبه وڅښي او په پاتې نورو سره دې غسل وکړي، نو په همدې سره به ان شاءالله مرض له منځه ولاړ شي، او که دوه ځلې يا زيات استعمال ته اړتيا پيدا شي نو تر هغه وخته پورې چې ناروغي له منځه لاړه شي هيڅ حرج نشته چې دغه کار تکرار کړي.
لیکن د جادو درملنه په سحر سره چې د ذبحې یا نورو عبادتونو په واسطه پیریانو ته نږدې کېدل دي، دا جواز نلري؛ ځکه چې دا د شیطان له کارونو څخه دی، بلکې د لوی شرک څخه دي. اړینه ده چې په دې اړه احتیاط وشي، او دا هم جواز نلري چې د درملنې په موخه له کاهنانو، د غیبو دعوا لرونکو، او کوډګرو څخه پوښتنه وشي، او هغه څه ترسره کول چې دوی یې وايي، ځکه چې دوی ایمان نه لري او ښکاره درواغجن دي چې د غیبو د پوهې ادعا کوي، او خلک پریشانه کوي او دوکې ورکوي، او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- دوی ته د ورتګ څخه، او د هغوی څخه د پوښتنې کولو او د هغوی د تصدیقولو په اړه خبرداری ورکړی، لکه څرنګه چې د دې لیکنې په پیل کې بیان شول، په صحیح ډول روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د النشرة (د جادو باطلول) په اړه پوښتنه وشوه او هغه وفرمایل: (دا د شیطان کار دی) امام احمد او ابو داود په جید سند سره روایت کړی دی. النشرة: له جادو شوي شخص څخه د جادو لرې کولو ته وایي. او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د خبرې مراد دادی چې: د هغه جادو لرې کول چې د جاهلیت خلکو به کاوه، او هغه داسې وو چې: له جادوګر څخه به یې د جادو لرې کولو غوښتنه کوله، او یا د بل جادوګر څخه یې د ورته جادو لرې کولو غوښتنه کوله.
لیکن د سحر (جادو) خلاصول په دم، شرعي معوذاتو او مباحو درملو سره که ترسره شي نو هیڅ حرج او ستونزه نشته. او دغه وینا علامه ابن القیم، او شیخ عبدالرحمن بن حسن – رحمهما الله- په فتح المجید کې کړې ده، او نورو علماوو هم دا خبره کړې ده.
او له الله تعالی نه سوال کوو چې مسلمانانو ته له هر ډول شر څخه عافیت نصیب کړي، او د دوی لپاره د دوی له دین ساتنه وکړي، او دوی ته په دین کې پوهه ورکړي، او له هر هغه څه څخه چې د هغه د شریعت سره په ټکر کې وي هغوی ته دې معافیت او ژغورنه ورکړي. وصلى الله وسلم على عبده ورسوله محمد وعلى آله وصحبه.
پر خاوند باندې د ښځې سحر (جادو )[16]
[16] ځواب د سماحة الشیخ د دفتر لخوا په 11/9/1387 هجري کال کې خپور شو.
ما ستاسو لیک په تاریخ (پرته له تاریخ) ترلاسه کړ او الله دې تاسو ته هدایت وکړي، او تاسو په لیک کې پدې اړه یادونه کړې وه چې تاسو ورسره د خپلې نوې مېرمنې سره د کوروالي پر مهال مخ شوي یاست، او شیخ ته ستا د تللو په اړه او هغه څه چې هغه تاسو ته ویلي دي او هغه کړنې چې ستا لومړۍ مېرمنې ترسره کړي دي او له امله یې تاسو خپلې نوې مېرمنې سره کوروالی (جماع) نه شئ کولای، او پدې اړه مو د حکم پوښتنه وه. (من قرأ آية الكرسي في ليلة لم يزل عليه من الله حافظ ولا يقربه شيطان حتى يصبح)، (څوک چې د شپې لخوا ایت الکرسي تلاوت کړي، د الله تعالی له طرفه به د هغه لپاره ساتونکی وي او تر سهاره پورې به هېڅ شیطان ورته نه نږدې کېږي). او له هغه صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي:
ځواب: که پخوانۍ مېرمنې په دې کړنې باندې اقرار کړی وي، او خبره ثابته شي چې هغې دا کار په ثبوت ترسره کړې ده، نو واقعاً هغې یوه لویه ناوړه، بلکې کفر او د ګمراهۍ کړنه ترسره کړېده؛ ځکه چې د هغې دغه کړنه حرام سحر دی، او ساحر (جادوګر) کافر دی لکه څرنګه چې الله –تعالی- فرمايلي دي: ﴿وَٱتَّبَعُواْ مَا تَتۡلُواْ ٱلشَّيَٰطِينُ عَلَىٰ مُلۡكِ سُلَيۡمَٰنَۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيۡمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحۡرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلۡمَلَكَيۡنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ وَمَٰرُوتَۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنۡ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحۡنُ فِتۡنَةٞ فَلَا تَكۡفُرۡۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنۡهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيۡنَ ٱلۡمَرۡءِ وَزَوۡجِهِۦۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنۡ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمۡ وَلَا يَنفَعُهُمۡۚ وَلَقَدۡ عَلِمُواْ لَمَنِ ٱشۡتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖۚ وَلَبِئۡسَ مَا شَرَوۡاْ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمۡۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴾ [17]، (او دوى د هغه څه تابع شول چې د سليمان په بادشاهۍ كې شيطانانو لوستل، او سليمان كفر نه و كړى او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هېچا ته ښودنه نه كوله، مګر ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مينځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هېچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله او يقينًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او يقينًا بد دى هغه څيز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى). نو دغه آيت په دې باندې دلالت کوي چې سحر (جادو) کفر دی، او جادوګر کافر دی، او دا چې جادوګران هغه څه زده کوي چې دوی ته ضرر رسوي او ګټه ورته نه رسوي، او دا چې د دوی هدف دا دی چې یو سړی له خپلې مېرمنې څخه جلا کړي، او دا چې دوی د قيامت په ورځ د الله په نیز هېڅ برخه او نصیب نلري - يعنې د خلاصون چانس نه لري. او په صحیح حدیث کې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت دی چې فرمایي: (واجتنبوا السبع الموبقات) قيل: وما هن يا رسول الله؟ قال: (الشرك بالله، والسحر، وقتل النفس التي حرّم الله إلا بالحق، وأكل الربا، وأكل مال اليتم، والتولي يوم الزحف، وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات). (او له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ) وویل شو: هغه څه دي، اې د الله رسوله؟ هغه وفرمايل: (له الله سره شرک کول، جادو، د هغه نفس وژل چې الله حرام کړی وي مګر په حقه سره، سود خوړل، د يتيم مال خوړل، د جنګ په ورځ مخ ګرځول، او په پاک لمنو، ناخبرو او مؤمنو ښځو تهمت پورې کول). [17] سورة البقرة ، الآية : 102.
او هغه شیخ چې تا ته یې دوا درکړې، داسې ښکاري چې هغه د ښځې په څېر جادوګر دی، ځکه چې یوازې جادوګران په جادو پوهېږي، او هغه هم یو د غیبو د ادعا کوونکو او مشهورو کاهنانو څخه دی چې په ډېرو چارو کې د غیب ادعا کوي، نو پر مسلمان واجب دی چې له دوی څخه ځان وساتي او په هغه څه باور ونکړي چې دوی یې د غیبو ادعا کوي، ځکه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: (من أتى عرافاً فسأله عن شيء لم تقبل له صلاة أربعين ليلة) «څوک چې کاهن ته لاړ شي او د هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي»
مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی، او همدارنګه هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایي: (من أتى عرّافاً أو كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم-). «څوک چې د عراف (غیب ویوونکي) یا کاهن ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو په هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوی دی».
همدارنګه د سحر د علاجونو څخه - او دا یو له خورا ګټورو علاجونو څخه دی - چې هڅه وشي په ځمکه، غره او یا ورته ځایونو کې د سحر ځای معلوم کړي، نو کله یې چې ځای معلوم شي او را وویستل شي سحر له منځه ځي. نو ته بايد په هغه څه باندې پښيمانه شې او توبه اوباسې چي تا کړي دي، او د کميسيون رئيس او د محکمې رئيس ته د ياد شوي شيخ او ستا د زړې مېرمني په اړه خبر ورکړئ، تر څو محکمه او کميسون هغه څه وکړي چي د دوى مخه ونيسي، او که داسې کومه پېښه درسره وشي، نو له دیني علماوو څخه پوښتنه وکړه، ترڅو هغوی تاسو ته د شرعي علاج په اړه معلومات درکړي. الله دې موږ او تاسو ته په دین کې پوهه او ثبات نصیب کړي او د هغه څه څخه مو دې خوندي کړي چې د هغه خلاف وي، بېشکه چې هغه سخي او کریم ذات دی.
دا هغه څه وو چې د سحر د مخنیوي او درملنې لپاره وړاندې شول، او الله توفیق ورکونکی دی. والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
د ساحرانو او کوډګرانو څخه د پوښتنې کولو حکم [18]
[18] دا پوښتنې او ځوابونه د : (نور على الدرب) له پروګرام څخه دي.
پوښتنه: ورور: ص. ع ب. له رياض څخه په خپله پوښتنه کې وايي: د يمن په ځينو سيمو کې داسې خلک شته چې "سادات" ورته وایې او دا خلک له دين سره مخالف کارونه ترسره کوي، لکه کوډې او داسې نور، او ادعا کوي چې د لاعلاج ناروغیو څخه د شفاء ورکولو توان لري، او ددې ادعا ثابتولو لپاره ځانونه په خنجر وهي یا ژبه پرې کوي او بیا یې له هیڅ کوم زیان پرته بیرته مخکیني حالت ته راګرځوي، او د دوی څخه ځینې یې لمونځ کوي او ځینې یې لمونځ نه کوي. او دوی د ځان لپاره روا ګڼي چې د خپل نسل پرته بل چا سره واده وکړي، لیکن نورو لپاره جواز نه ورکوي چې ددوي سره واده وکړي، او کله چې دوی د ناروغ لپاره دعا کوي، نو دوی وايي: (اې الله، اې فلان) د دوی له خپلو نیکونو څخه یو یادوي.
په پخوانیو وختونو کې خلکو دوی ته احترام درلود او دوی یې غیر معمولي خلک ګڼل او دا چې دوی الله ته نږدې خلک دي، آن تر دې چې دوی به یې د الله سړي بلل، مګر اوس خلک د دوی په اړه ویشل شوي دي، ځینې د دوی مخالف دي چې هغوی ځوانان او ځینې لوستي خلک دي، او ځینې لا هم په دوی پورې تړلي دي، او هغوی د لویو عمرونو خاوندان او نا لوستي دي. موږ له تاسو ښاغلي څخه غوښتنه کوو چې په دې مسئله کې حقیقت روښانه کړئ.
ځواب: دا او د دوی په څېر کسان د صوفیانو له ډلې څخه دي، چې دوی لره نا سمې او باطلې کړنې ترسره کوي او دوی هم د کاهنانو (غیب ویوونکو) له ډلې څخه شمېرل کېږي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د دوی په اړه فرمایلي دي: (من أتى عرافاً فسأله عن شيء لم تقبل له صلاة أربعين يوماً)، (څوک چې کاهن ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو ورځو لمونځ یې نه قبلیږي)، دا ځکه چې دوی د غیبو د علم دعوا کوي، د پیریانو خدمت کوي، د هغوی عبادت کوي، او خلک د مختلفو سحرونو له لارې ګمراه کوي، کوم چې الله – تعالی- د موسی او فرعون په کیسه کې ویلي دي: {قال ألقوا فلما ألقوا سحروا أعين الناس واسترهبوهم وجاءوا بسحر عظيم}[19]، (ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ). نو ددې حدیث شریف له مخې دوی ته ورتګ او له هغوی څخه پوښتنه کول جواز نه لري، او هغه - صلی الله علیه وسلم - د دې وینا له مخې چې فرمایي: «من أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم-»، «څوک چې غيب ويونکي ته راشي او په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوي دي». او په بل عبارت : «من أتى عرّافاً أو كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم-». «څوک چې د عراف (غیب ویوونکي) یا کاهن ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي». [19] سورة الأعراف، الآية : 116.
د عبد العزیز بن عبدالله بن باز لخوا، قدرمن ورور ... ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته اما بعد: او له الله پرته د بل چا رابلل او له الله پرته له بل چا څخه د مرستې غوښتنه، یا د دوی دا ادعا چې د دوی پلرونه او مخکني خلک په کائناتو کې تصرف کوي، یا د ناروغانو درملنه کوي، یا د مړینې یا غیبت څخه وروسته هم د دوی بلنه مني، نو دا ټول په الله – تعالی- باندې کفر کول دي او له لوی شرک څخه دي، نو د دوی دغه کړنې باید وغندل شي، او دوی ته تلل او له هغوی څخه د هیڅ څیز پوښتنه ونشي،او همدارنګه د هغوی خبرو باندې باور ونشي، ځکه چې په دې کارونو کې دوی د کاهنانو او فال ویونکو کړنې او د مشرکانو او د هغو کسانو کړنې چې له الله پرته د نورو عبادت کوي او له هغوی مرسته غواړي سره یو ځای کوي، هغه که پیریان وي، مړي وي او یا نور هغه کسان چې دوی ته منسوب وي، او همدارنګه دوی ګمان کوي چې هغوی زمونږ پلرونه او مشران دي، او یا هغه خلک چې دوی ګمان کوي د هغوی پر دوی باندې ولایت (سرپرستي) او یا کرامت شته، مګر حقیقت دا دی چې دا ټول د جادو او فال ویونکو او د وړاند وینو ادعا کوونکي دی چې په سپیڅلي شریعت کې رد شوي دي.
لیکن کومې کړنې چې له دوی څخه صادریږي لکه د خنجر وهل او د ژبې پرې کول، دا ټول د خلکو لپاره یوه صحنه سازي او خیالي کړنې دي، او دا ټول د حرام سحر له ډولونو څخه دي چې قرآنی نصوصو او سنتو حرامي ګڼلي دي، لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، له دغو کړنو څخه باید خبرداری ورکړ شي او بند شي، نو هوښیاران باید په دې کړنو باندې دوکه نشي، او دا د فرعون د جادوګرانو په اړه د الله – سبحانه و تعالی- قول دی چې فرمایلي یې دي: ﴿يخيّل إليه من سحرهم أنها تسعى﴾ [20]، (د -موسٰى- خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي). نو دغو خلکو د سحر، کوډګرۍ، غیب ویلو، فال ویلو او د لوی شرک او له الله پرته له بل چا څخه د مرستې غوښتلو او د غیبو د علم د دعوا او د کائناتو پر علم پوهې او هغې کې د تصرف کولو تر منځه سره یو ځای کړل، او دا د لوى شرک، ښکاره کفر او د جادوګرۍ مختلف ډولونه دي چې الله تعالى حرام کړي دي، او دا د غيبو د علم دعوا ده چې يوازې الله پرې پوهيږي، لکه څنګه چې الله –سبحانه و تعالى- فرمايي: ﴿قل لا يعلم من في السموات والأرض الغيب إلا الله﴾ [21]، (ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په آسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه). نو له مسلمانانو څخه چې څوک د دوی په حال پوهیږي پرې واجب دي چې د دوی کړنې وغندي او ناوړه چلند یې بیان کړي چې دغه کړنې ناوړه دي، او باید چې په اسلامي هېوادنو کې یې قضیه چارواکو ته پورته کړای شي، تر څو دوی ته د شريعت له مخې سزا ورکړي او د شر مخه یې ونيسي او مسلمانان د دوی له دروغو او دوکو څخه وژغورل شي. [21] سورة النمل ، الآية : 65. [20] سورة طه، الآية : 66.
الله د توفیق ورکوونې څښتن دی.
هغه ولسي ډاکټر باندې درملنه کول چې پیریان کاروي [40]
[40] [د ابن باز «مجموع فتاوى او مختلفي مقالي» (5/ 418-420)]
پوښتنه : يوه ډله خلک دي چي د دوی په وينا په ولسي طبابت سره درملنه کوي، او کله چي له دوی څخه یو ته ورغلم نو راته یې وويل: خپل نوم او دمور نوم دې وليکه او بیا سبا ته راشه، او کله چې سبا ورته څوک مراجعه وکړي نو ورته وايي چې: ته دا دا مشکل لرې او ستا درملنه داسې او داسې ده .. او يو يې وايي: هغه د درملنې لپاره د الله کلام کاروي، نو تاسو د داسې خلکو په اړه څه فکر کوئ؟ دوی ته د تګ حکم څه دی؟ س. ع. غ. حائل.
ځواب: څوک چې په خپل علاج کې دا ډول کړنې ترسره کوي دا په دې باندې دلالت کوي چې هغه له پېریانو څخه کار اخلي او بیا د غیب د علم دعوا کوي، نو پر دې ډول خلکو باندې درملنه جواز نلري، او همدارنګه دوی ته تلل یا د هغوی څخه پوښتنه کول جواز نه لري؛ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- دا وینا چې ددې ډول خلکو په اړه فرمایي: «من أتى عرافاً فسأله عن شيء لم تقبل له صلاة أربعين ليلة» «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي» مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی.
له هغه - صلی الله علیه وسلم - څخه په څو احادیثو کې ثابته شوې ده چې هغه د کاهنانو او غیب ویوونکو او جادوګرو ته له تګ، او له هغوی څخه د پوښتنې کولو او د هغوی د تصدیق کولو څخه منع کړې دي، هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «من أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم-»، «څوک چې غيب ويوونکي ته راشي او په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوي دي». او هر هغه څوک چې د ډبرو په وهلو او یا د کونجکو په کارولو، یا په مځکه کې کرښې ویستلو، یا د ناروغ څخه د هغه د نوم او د هغه د مور او یا د هغه د خپلوانو د نومونو په اړه پوښتنې کول، ټول پدې دلالت کوي چې هغه یو له کاهنانو او فال ویونکو څخه دی چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- له هغوی څخه د پوښتنې کولو او پرې باور کولو څخه منع کړې ده.
له هغوی څخه د پوښتنې کولو او د هغوی په واسطه له درملنې کولو څخه باید ځان وساتل شي، که څه هم دوی ادعا وکړي چې هغوی د قرآن په واسطه علاج کوي، ځکه چې دوکه ورکول او تېروېستل د باطلو خلکو عادت دی، نو د هغوی په خبره باور کول جواز نلري، او هغه څوک چې دوی پېژني د هغه مسؤولیت دی چې ددوی قضیه واکمنانو، قاضیانو، آمرینو، او د امر بالمعروف مراکزو ته وړاندې کړي ترڅو د الله له فیصلې سره پرې حکم وکړي، او تر څو مسلمانان د دوی له شر او فساد څخه وساتل شي او د دوی لخوا په ناحقه د خلکو د مال خوړلو څخه مخنیوی وشي.
الله مرسته کوونکی دی او له الله پرته بل هیڅ ځواک او قدرت نشته.
د جادو شرعي درملنه [22]
[22] د نور على الدرب د پروګرام له کېسټ څخه: 53.
پوښتنه: ما له يو عالم څخه اورېدلي دي چې ويل يې څوک چي ګومان کوي چي پر ده باندي جادو کړی شوی دی، نو د بېرې اووه پاڼې دې راواخلي بيا یې دې د اوبو په ستل کې واچوي او دغه سورتونه دې پرې تلاوت کړي: معوذات او آیت الکرسي، او سورت: {قل يا أيها الكافرون}، (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اې كافرانو!)، او د هغه – سبحانه و تعالى- دغه قول: ﴿وما أنزل على الملكين ببابل هاروت وماروت﴾ [23]، (او هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوي دي). او د فاتحې سورت، نو د دې کار صحت او اعتبار څه دی؟ او څوک چې فکر کوي هغه باندې جادو شوی دی څه باید وکړي؟ مونږ پوه کړئ، الله دې تاسو ته پوهه درکړي. [23] سورة البقرة ، الآية : 102.
ځواب: په دې کې شک نشته چې جادو شتون لري او ځینې یې خیالي او افسانوي دي او دا چې هغه د الله تعالی په اجازه واقع کېږي او اغېزه کوي لکه څرنګه چې الله تعالی د جادوګرو په اړه فرمایلي دي: ﴿واتبعوا ما تتلوا الشياطين على ملك سليمان وما كفر سليمان ولكن الشياطين كفروا يعلمون الناس السحر وما أنزل على الملكين ببابل هاروت وماروت وما يعلمان من أحد﴾. (او دوى د هغه څه تابع شول چې د سليمان په بادشاهۍ كې شيطانانو لوستل او سليمان كفر نه و كړى او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوي و او دغو دواړو به هېچا ته ښودنه نه کوله). يعنې: دوه ملاېکې ﴿حتى يقولا إنما نحن فتنة فلا تكفر فيتعلمون منهما ما يفرقون به بين المرء وزوجه وما هم بضارين به من أحد إلا بإذن الله﴾[24]. (مګر چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مينځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هېچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره). نو جادو اثر لري، مګر د الله په کائناتي او قدري اجازې سره، ځکه چې د الله –تعالی- له حکم او فرمان پرته هیڅ شی شتون نلري، خو دا جادو علاج او درمل لري، او پر پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- باندې هم جادو شوی و، بیا الله له جادو څخه خلاص کړ او د هغه له شر څخه یې وژغوره، او هغه څه چې جادوګر کړي وو، هغه یې وموندل او هغه یې له منځه یوړل، بیا الله خپل پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- له جادو څخه روغ کړ، نو همدارنګه که جادوګر د تارونو په غوټه کولو يا میخونو د يو بل سره تړلو او يا بل څه په اړه څه کړي وي، دا ټول باید له منځه یوړل شي، ځکه چې جادوګران د خپلو نا پاکو ارادو لپاره په غوټو کې پوکي کوي او هغو باندې ګوزارونه کوي، ممکن د الله په اراده د هغوی کار ترسره شي او یا باطل شي، نو زموږ رب –سبحانه و تعالی- په هر څه قادر دی. او ځینې وختونه د جادو درملنه په تلاوت سره کیږي، که هغه په خپله د جادو شوي کس په تلاوت سره وي، که عقل یې پرځای وي، او ځینې وختونه د نورو په تلاوت کولو سره، او بيا يې په سينه او يا په بل کوم يو غړي کې پو کړي او پر هغه دې دا تلاوت کړي: د فاتحې سورت، ایت الکرسي، قل هو الله أحد، معوذتين (الفلق او الناس سورتونه)، د جادو مشهور آيتونه د سورت اعراف، سورت يونس او سورت طه څخه، او د سورت اعراف څخه د الله - تعالی- دا قول: ﴿وأوحينا إلى موسى أن ألق عصاك فإذا هي تلقف ما يأفكون. فوقع الحق وبطل ما كانوا يعملون. فغلبوا هنالك وانقلبوا صاغرين﴾[25]، (او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول. نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول. نو هغه ساحران په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپک وګرځېدل). او د يونس سورت څخه د هغه – سبحانه و تعالی- دا قول: ﴿وقال فرعون ائتوني بكل ساحر عليم. فلما جاء السحرة قال لهم موسى ألقوا ما أنتم ملقون. فلما ألقوا قال موسى ما جئتم به السحر إن الله سيبطله إن الله لا يصلح عمل المفسدين. ويحق الله الحق بكلماته ولو كره المجرمون﴾ [26]، (او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ. نو كله چې جادوګران راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ. پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي). او د طه سورت څخه د هغه –سبحانه و تعالی- دغه قول: ﴿قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون أول من ألقى. قال بل ألقوا فإذا حبالهم وعصيهم يخيل إليه من سحرهم أنها تسعى. فأوجس في نفسه خيفة موسى. قلنا لا تخف إنك أنت الأعلى. وألق ما في يمينك تلقف ما صنعوا إنما صنعوا كيد ساحر ولا يفلح الساحر حيث أتى﴾[27]، (دوی وویل: اې موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول د هغه چا چې (امسا) غورځوي. ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي. نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله. مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې. هغه څه وغورځوه چې ستا په لاس کې دي هغه ټول څیزونه به تېر کړي چې هغوی جوړ کړي دي، هغوی د جادو ټګي جوړه کړې، او جادوګر چې هر چېرې په هره بڼه کې راشي بریمن کېدای نه شي)، او همدارنګه دغه سورتونه دې تلاوت شي: {قل يا أيها الكافرون} (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اې كافرانو!) تر پایه پورې، او سورت: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)، (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: چې الله یو دى). او (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ)، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې). او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس}، (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). غوره دا ده چې د قل هو الله احد سورت او معوذتین سورتونه درې ځله تکرار شي، بیا دې ورته د روغتیا دعا وکړي: «اللهم رب الناس أذهب البأس وأشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاءً لا يغادر سقماً» «اې د خلکو ربه، درد لرې کړه او شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، هېڅ شفا نشته پرته ستا له شفا څخه، داسې شفا چې ناروغي نه پریږدي». او دا درې ځله تکرار کړي. او په دې توګه دې هغه پدې سره دم کړي: «بسم الله أرقيك من كل شيء يؤذيك ومن شر كل نفس أو عين حاسد الله يشفيك بسم الله أرقيك» «د الله په نوم، زه تا دموم د هر هغه څه څخه چې تا ته زیان رسوي، او د هر حسد کوونکي نفس او سترګې څخه، الله دې تا ته شفا درکړي او د الله په نوم باندې تا دموم» او دا دې درې ځلې تکرار کړي او بیا دې د هغه لپاره د شفا او روغتیا دعا وکړي. او كه په خپل دم كې دا هم ووايي: «أعيذك بكلمات الله التامات من شر ما خلق» «زه د الله په بشپړو كلمو سره د هغه څه له شر څخه ستا لپاره پناه غواړم چې هغه پيدا كړي دي» درې ځلې یې تکرار کړي، نو دا به ښه وي. [27] سورة طه الآيات: 65،69 [26] سورة يونس، الآيات: 79-82. [25] سورة الأعراف، الآيات: 117-119. [24] سورة البقرة ، الآية : 102
دا ټول له ګټورو درملو څخه دي، او که دا دم او دعا په اوبو ووايي، بیا یې وڅښي او په پاتې نورو سره غسل وکړي، نو دا د الله په ارادې سره د شفاء او روغتیا له اسبابو څخه دي، او که د شنو بیرو اووه پاڼې له ټکولو وروسته په اوبو کي واچوي دا هم د شفاء له اسبابو څخه دي. دغه طریقې ډیري کارول شوي دي او الله په هغې سره ګټه رسولې ده، او مونږ له ډیرو خلکو سره دغه طریقه کارولې ده او الله هغې سره هغوی ته ګټه رسولې ده، نو دا د جادو شویو خلکو لپاره مفید او ګټور درمل دي، او همدارنګه دغه درمل د هغه چا لپاره هم ګټور دي چې د خپلې میرمنې څخه بند شوی وي، ځكه ځنې خلک له خپلې میرمنې څخه حبس شوي وي او له هغې سره کوروالی (جماع) نشي كولاى، كه دغه دم او دعا استعمال كړي نو د الله په حكم سره به ورته ګټه ورسوي، برابره خبره ده كه په خپله يې ووايي يا بل څوک یې پرې ولولي او يا يې ورته په اوبو ولولي بیا یې وڅښي او په پاتې اوبو سره غسل وکړي - دا ټول د جادو شویو او د هغه چا لپاره ګټور دي چې له خپلې میرمنې څخه حبس شوي وي، دا له اسبابو څخه دي، مګر شفا ورکونکی یوازي الله – سبحانه و تعالی- دی، او هغه په هر څه قادر دی، ناروغي او درمل د هغه – جل و علا- په لاس کې دي، او هر څه د هغه –سبحانه و تعالی- د فیصلې او تقدیر پر اساس کیږي. د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه وفرمایل: «ما أنزل الله داء إلا أنزل له شفاء علمه من علمه وجهله من جهله». «الله جل جلاله کومه ناروغي نده نازل کړې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفاء نازل کړې ده، چا چې وپېژندله نو پېژندلې به یې وي او چا چې ونه پېژندله نو نه به یې وي پیژندلي».
او دا د هغه – سبحانه و تعالی- له طرفه فضل دی، او الله د سمې لارې توفیق ورکونکی او لارښود دی.
د انسان بدن ته د پېري د ننوتلو د حقیقت روښانه کول او هغه چا باندې رد کول چې لدې څخه انکار کوي[28].
[28] دغه ځواب شيخ على الطنطاوي بتاريخ 3/11/1408هـ کې لېږدول شوی دی.
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهداه.
اما بعد.. ځینې محلي او نورو ورځپاڼو په دې کال، یعنې ۱۴۰۷هـ کال کې د شعبان په میاشت کې، لنډې او اوږدې خبرې خپرې کړې چې څه پیښ شوي دي چې یو شمېر پېریانو (چې په ریاض کې یې د ځینو مسلمانو ښځو بدن ته داخلې شوې وې) ما سره یې اسلام قبول کړی، وروسته له دې چې دغه پېری د عبدالله بن مشرف العمري په حضور کې چې په ریاض کې مقیم دی، اسلام قبول کړی و، وروسته له دې چې پر مریضه یې دم کړ او جني سره یې خبرې وکړې، هغه ته یې الله ور یاد کړ او نصیحت یې ورته وکړ، او ویې وویل چې ظلم حرام دی او یوه لویه ګناه ده، او هغه ته یې بلنه ورکړه چې اسلام ومني، وروسته له دې چې پېري ورته وویل چې هغه یو بودایي کافر دی، او له پېري څخه یې وغوښتل چې له دې مېرمنې څخه ووځي، پېری قناعت وکړ او د اسلام منلو ته رضا شو او خپل اسلام یې د عبدالله په حضور کې اعلان کړ، بیا یاد شوي عبدالله او د ښځې خپلوانو غوښتنه وکړه چې له ښځې سره ماته راشي تر څو زه د جني اسلام اعلان واورم، هغوی ماته راغلل، نو ما له جني څخه د هغه بدن ته د داخلېدو علتونه وپوښتل، هغه ماته علتونه څرګند کړل او د ښځې له خولې یې خبرې وکړې، خو هغه خبرې د یوه سړي خبرې وې نه د یوې ښځې، ښځه زما څنګ ته په څوکۍ ناسته وه، او د هغې ورور، خور، او عبدالله بن مشرف او ځینې مشایخ هم موجود وو او د جني خبرې یې اورېدلې. هغه په ښکاره توګه خپل اسلام اعلان کړ او ویې ویل چې هغه بودایي مذهبی هندو دی، بیا مې له نصیحت وروسته هغه ته د الله څخه په وېرېدلو وصیت وکړ، او دا چې لدې ښځې څخه ووځي او هغې باندی د ظلم کولو څخه ډډه وکړي، ما ته يې په ځواب کې وویل چې: زه په اسلام باندې قناعت لرم، بیا مې ورته وصیت وکړ چې خپل قوم اسلام ته راوبلي وروسته له دې چې الله تعالی ورته هدایت وکړي، نو د خير وعده يې وکړه او ښځه يې پرېښوده او وروستۍ خبره يې دا وه چې: السلام عليکم. بیا ښځې په عادي ژبه خبرې وکړې او د خپلې ستومانۍ وروسته یې د آرامۍ او راحت احساس وکړ. بیا له یوې میاشتې یا زیاتې مودې وروسته له خپلو دوو وروڼو، ماما او خور سره بیرته ماته راغله او راته یې وویل، چې الحمد لله هغه ښه ده او پېری بېرته هغې ته ندی راګرځېدلی، ما له هغې څخه وپوښتل چې کله پېری د هغې په وجود کې وه څه احساس دې درلوده، نو هغې ځواب راکړ چې هغې د بدو فکرونو احساس کاوه چې د شریعت خلاف وې، او بودایي دین او په اړه یې لیکل شوو کتابونو ته یې د میلان احساس درلوده. نو، وروسته له دې چې الله دغه ښځه له هغه څخه وژغورله، دا ډول فکرونه له هغې څخه لاړل او هغه د دې انحرافي فکرونو څخه خلاصه شوه او خپل لومړني حالت ته وګرځیدله.
ماته د ښاغلي شیخ علی الطنطاوي په حواله خبر راکړ شو چې هغه دغه خبره رد کړی دی، او هغه وویل چې دا یوه دوکه او درواغ دي، او دا ممکن ده چې ښځې سره ثبت شوې خبرې وي، او هغې دا نه وي ویلي، ما د هغه کیسټ غوښتنه وکړه چې په هغه کې یې خپلې خبرې ثبت کړي او له هغه څخه پوه شوم چې هغه څه چې هغه یې یادونه کړې وه، زه ډیر حیران شوم چې هغه یې د ثبتولو اجازه ورکړې، که څه هم ما له پیري څخه څو پوښتنې وکړې او هغه به ځواب راکاوه، چې دا له بدو غلطیو څخه دی او دروغو ته جواز ورکول دي او هغه په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې د انسان په لاس د پېري اسلام راوړل د سلیمان -علیه السلام- په کیسه کې د الله –تعالی- له وینا سره په ټکر کې دی: {وهب لي ملكاً لاينبغي لأحد من بعدي}[29]، (او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هېچا سره نه ښايي). او هېڅ شک نشته چې دا هم د هغه له لورې یوه تېروتنه او غلط فهم دی، الله دې هغه ته هدایت وکړي؛ ځکه چې د انسان په لاس د پېري اسلام منل د سلیمان -علیه السلام- د دعا سره هېڅ تضاد نه لري. د پېريانو لوی شمېر د نبوي -صلی الله علیه وسلم- په لاس اسلام منلی دی. [29] سورة ص الآية : 35.
او الله – تعالی- دغه خبره په سورت الاحقاف او سورت الجن کې واضح کړې ده، او په صحيحینو (بخاري او مسلم) کې له ابوهريره -رضي الله عنه- څخه روايت دي چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: (إن الشيطان عرض لي فشد علي ليقطع الصلاة علي فأمكنني الله منه فذعته ولقد هممت أن أوثقه إلى سارية حتى تصبحوا فتنظروا إليه ذكرت قول أخي سليمان عليه السلام: ﴿رب اغفر لي وهب لي ملكاً لا ينبغي لأحد من بعدي﴾[30]، فرده الله خاسئاً) (شیطان ما ته نږدې راغی ترڅو زما لمونځ قطع کړي، او الله ما ته د دې توان راکړ چې هغه را ونیسم، او ما غوښتل چې هغه د جومات ستنې پورې وتړم، ترڅو سبا تاسو ټول هغه وګورئ، نو زما د ورور سلیمان -علیه السلام- وینا را یاده شوه چې فرمایلي یې دي: ﴿رب اغفر لي وهب لي ملكاً لا ينبغي لأحد من بعدي﴾ (ای ربه زما ماته بخښنه وکړه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي)، الله تعالی هغه په مایوس ډول راڅخه وګرځاوه). دا د بخاري لفظ دی، او د مسلم په لفظ کې دي: تېره شپه یو شیطان د پېريانو څخه په ما برید وکړ تر څو زما لمونځ ګډوډ کړي، او الله ما ته د دې توان راکړ چې هغه را ونیسم، او ما غوښتل چې هغه د جومات ستنې پورې وتړم، ترڅو سبا تاسو ټول هغه وګورئ، نو زما د ورور سلیمان -علیه السلام- وینا را یاده شوه چې فرمایلي یې دي: ﴿رب اغفر لي وهب لي ملكاً لا ينبغي لأحد من بعدي﴾ (ای ربه زما ماته بخښنه وکړه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي) [31]، الله تعالی هغه په مایوس ډول راڅخه وګرځاوه). نسائي د بخاري په شرط د عایشه رضي الله عنها نه روایت کوي چې نبي -صلی الله علیه وسلم- لمونځ کاوه، نو شیطان راغی او نبي -صلی الله علیه وسلم- هغه ونیوه او هغه یې پر ځمکه وغورځاوه او ستوني ته یې فشار ورکړ، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: (حتى وجدت برد لسانه على يدي، ولولا دعوة سليمان لأصبح موثقاً حتى يراه الناس)، (آن تر دې چې ما په خپل لاس د هغه د ژبې یخوالی احساس کړ، او که د سلیمان دعا نه وه، نو هغه به تړل شوی وی ترڅو یې خلک وویني). احمد او ابو داود د ابو سعید له حدیث څخه روایت کړی دی، او په هغه کې دي: (فأهويت بيدي فما زلت أخنقه حتى وجدت برد لعابه بين أصبعي هاتين الإبهام والتي تليها)، (په دې توګه چې ما خپل دواړه لاسونه ښکته وړل ترڅو یې ستونې باندې زور وکړم، تر دې چې ما د هغه د لاړو یخوالی د خپلو دواړو ګوتو تر منځه - چې د شهادت او هغې ته نږدې ګوته ده - حس کړ)، بخاري په خپل صحیح کې په ټینګار سره معلق روایت کړی دی چې د فتح جلد 4، مخ 487 کې له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت کړی دی چې فرمایلي یې دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته د رمضان زکات د ساتلو مسئولیت راکړی و، نو یو څوک راغی او د خوراکي توکو څخه یې په لپو لپو راخیستل، ما هغه ونیوه او ورته مې وویل: قسم په الله، زه به دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړم، هغه وویل: زه اړمن یم، او کورنۍ را په غاړه ده او سخت اړمن یم، نو ما هغه پرېښود، کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته وفرمایل: (اې ابو هریره! تېره شپه ستا قیدي څه وکړل؟) ما وویل: یارسول الله، هغه له سختې اړتيا او کورنۍ نه شکایت وکړ، نو ما پرې رحم وکړ او پرې مې ښود، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: (هغه دروغ ویلي دي او بېرته به راستانېږي)، نو زه پوه شوم چې هغه به راستنېږي، ځکه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- همداسې فرمایلي و، نو ما هغه څارلو، نو ګورم چې بیا راغی او د خوړو نه یې اخیستل، ما هغه ونیوه او ورته مې وویل: قسم په الله، زه به دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړم، هغه وویل: زه اړمن یم، او کورنۍ را په غاړې ده او سخت اړمن یم، نو ما هغه پرېښود، کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته وفرمایل: (اې ابو هریره! تېره شپه ستا قیدي څه وکړل؟) ما وویل: یارسول الله، هغه له سختې اړتيا او کورنۍ نه شکایت وکړ، نو ما له هغه سره ترحم وکړ او پرې مې ښود، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: (هغه دروغ ویلي دي او هغه به بېرته راستانېږي)، نو ما هغه درېم ځل لپاره وڅارلو، هغه بیا راغی او د خوړو نه یې اخیستل، ما هغه ونیوه او ورته مې وویل: زه به دې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته وړاندې کړم، او دا درېم ځل دی چې ته وايي چې نه به راځم او بیا راځې. هغه وویل: ما ته اجازه راکړه، زه به تا ته داسې کلمې در وښیم چې الله به په هغو سره تا ته ګټه ورسوي، ما وویل: هغه کومې کلیمې دي؟ هغه وویل: کله چې خپلې بسترې ته ولاړ شې، نو آیت الکرسي {الله لا إله إلا هو الحي القيوم} تر پاې پورې ولوله، ځکه چې تا ته به د الله له خوا ساتونکی وي تر څو چې سهار شي، او شیطان به تر هغه وخته پورې تا ته نه نږدې کېږي، نو ما هغه پرېښود، کله چې سهار شو، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- راته وفرمایل: (تېره شپه ستا قیدي څه وکړل؟) ما وویل: یارسول الله، هغه راته وویل چې داسې کلیمې راته ښیي چې الله به په هغو باندې ما ته ګټه رسوي، نو ما پرېښود، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه کلیمې کومې دي؟ ما وویل: هغه ماته وویل چې کله د خوب ځای ته ولاړ شې نو د آیت کرسي له پیل څخه تر پای پورې ولوله: {الله لا إله إلا هو الحي القيوم}، او وییل یې چې د الله لخوا به تل ستا لپاره یو حافظ او ساتوونکی وي او شیطان به تر سهاره پورې تا ته نږدې نه شي، -او هغوی تل په خیر کې ډېر حريص وو-. نو نبي -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: "هغه تاته رښتیا ویلي دي، که څه هم هغه دروغجن دی، ایا ته پوهېږې چې له تېرو دریو شپو راهیسې له چا سره خبرې کوې؟" ما وویل: نه، هغه وفرمایل: (هغه شیطان و). [31] سورة ص الآية : 35. [32] سورة البقرة، الآية : 255. [30] سورة ص الآية : 35.
او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- په صحیح حدیث کې چې شیخانو د صفیه رضی الله عنها څخه روایت کړي چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: (إن الشيطان يجري من ابن آدم مجرى الدم). (بیشکه شیطان د آدم اولاد کې د وینې په څیر جریان لري).
امام احمد په مسند [ ج ٤ ، ٢١٦ مخ ] کې په صحيح سند سره روايت کړى دى چې عثمان بن ابي العاص -رضي الله عنه- وويل : اې د الله رسوله، شيطان زما او زما د لمانځه او قرائت تر منځ مانع شو، هغه وویل: (ذاك شيطان يقال له خنزب فإذا أنت حسسته فتعوذ بالله منه واتفل عن يسارك ثلاثاً ، قال: ففعلت ذاك فأذهبه الله عز وجل عني)، (دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کېږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ). په صحیح احادیثو کې هم دا ثابته ده چې هر انسان لره د ملائکو څخه ملګری او د شیطانانو څخه ملګری وي حتی رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره هم و، مګر الله تعالی د هغه په مقابل کې یې مرسته وکړه او هغه اسلام قبول کړ نو هغه ورته امر نه کوي مګر په خیر سره. د الله -عزوجل- کتاب، او د هغه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سنت او د امت اجماع په دې دلالت کوي، چې د پیري لپاره جواز لري چې انسان کې ننوځي او هغه وځپي، نو د هغه چا لپاره څنګه جواز لري چې علم ته ځان منسوبوي او ددې څخه انکار وکړي، پرته له کوم علم او لارښوونې څخه، بلکې د ځینو بدعتیانو او د اهل سنت او جماعت مخالفینو په تقلید سره، نو الله مرسته کوونکی دی او له الله پرته بل هیڅ ځواک او قوت نشته. ګرانه لوستونکیه، زه به تا ته د دې په اړه د پوهانو د ویناوو څخه یادونه وکړم إن شاء الله.
د مفسرينو د خبرو بیان د الله تعالی په دې قول کې: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[33] . (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي) [33] سورة البقرة، الآية : 275.
ابوجعفر بن جریر -رحمه الله- د الله –تعالی- د دې آیت په تفسیر کې فرمایلي دي: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[34] (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي). او د هغه نص : په دې معنا چې شيطان یې په دې دنيا کې غولوي، او هغه څوک دی چې هغه له ستونې نیسي او غورځوي یې (من المس) يعني د لېونتوب له وجې نه. [34] سورة البقرة، الآية : 275.
بغوي -رحمه الله- د پورتني آيت په تفسير کې ويلي دي: ﴿لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[35]، (دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅېږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي). یعنې: لیونتوب. ویل کیږي چې (مس الرجل) یعني یو سړی لیونی شو او هغه ممسوس دی یعنې لیونی شوی. د خبرې تر آخره پورې. [35] سورة البقرة، الآية : 275.
ابن کثیر رحمه الله د پورتني آیت په تفسیر کې ویلي دي: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[36]، (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي) يعنې: د قيامت په ورځ به له خپلو قبرونو څخه نه راپاڅيږي مګر داسې چې بې هوښه شوی سړی چې د صرعې له حالت څخه را پاڅیږي او شيطان په خوارۍ او بد حواسۍ حالت کې راپاڅيږي ځکه چې هغه ډیر په بد او ناوړه حالت کې را پاڅیږي. ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: (سود خوړونکی به دقیامت په ورځ داسې راپورته کیږي لکه لیونی چې له ستوني څخه نیول شوی وي). ابن ابي حاتم روایت کړی، او ویلي دي چې: [36] سورة البقرة، الآية : 275.
د عوف بن مالک، سعید بن جبیر، السدي، الربیع بن انس، قتاده او مقاتل بن حیان څخه همدا ډول روایت دی، د هغه -رحمه الله- د خبرو مقصد ختم شو.
قرطبي -رحمه الله- د الله - تعالی- د دغه آیت په تفسیر کې ویلي: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[37]، (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅېږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي)، دا آیت په هغو کسانو دلیل دی چې د پېریانو له نیونې څخه انکار کوي او ادعا كوي چې دا يو فطري عمل دى او دا چې شيطان په انسان کې نه ننوځي او نه ورته لېونتوب رسولی شي، خبره یې پای ته ورسېده، او په دې اړه د مفسرينو ويناوې ډېرې دي، څوک چې وغواړي موندلی یې شي. او د تفسیر کوونکو خبرې په دې اړه ډېرې دي، څوک یې چې وغواړي، موندلی یې شي. [37] سورة البقرة، الآية : 275.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله په خپل کتاب (إيضاح الدلالة في عموم الرسالة للثقلين) کې ویلي دي: چې په مجموع الفتاوی جلد ۱۹ له ۹ مخ څخه تر ۶۵ مخ پورې، چې له مخکینۍ وینا څخه وروسته یې متن په لاندې ډول دی: له همدې امله د معتزله و یوې ډلې لکه الجبائي، او ابوبکر الرازي او نورو د پيریاني کس په بدن کې د پیریانو له داخلېدو څخه انکار کړی او د پیریانو له وجوده یې انکار ندي کړی، که څه هم دا په منقول کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه را نقل شوي دي نشته، لکه د دې ښکاره کېدو په څېر، که څه هم دوی په دې کې خطا کاران شوي. له همدې امله اشعري د اهل سنت والجماعت په مقالو کې یادونه کړې چې دوی وايي چې پیریان د مصروع شوي انسان په بدن کې ننوځي لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[38]، (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي)، عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: ما خپل پلار ته وويل چې ځينې خلک ادعا کوي چې پیریان د انسان بدن ته نه ننوځي، هغه وويل: اې زما زویه، هغوی دروغ وايي، هغه په خپله ژبه خبرې کوي او دا په خپل ځای کې څرګند دی. او هغه - رحمه الله- په الفتاوی په 24 ټوک، 276-277 کې دا هم وویل چې متن یې دا دی: د پېريانو موجودیت د الله په كتاب او د هغه د رسول -صلى الله عليه وسلم- په سنتو او د امت د سلفو او امامانو په توافق ثابت شوی دی، او همدارنګه د انسان بدن ته د پېريانو داخلېدل هم اهل سنت والجماعت د امامانو لخوا ثابت شوی دي. الله - تعالی- فرمایلي: ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس﴾[39]، (هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅېږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بد حواسه كړى وي)، او په صحيح کې له نبي -صلی الله عليه وسلم- څخه روایت دي: (أن الشيطان يجري من ابن آدم مجرى الدم). (بېشکه شیطان د آدم اولاد کې د وینې د جریان په څیر حرکت لري). [39] سورة البقرة، الآية : 275. [38]سورة البقرة، الآية : 275.
عبدالله بن امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمايي: پلار ته مې وويل چې ځينې خلک وايي چې پېریان د مصروع شوي کس په بدن کې نه ننوځي، هغه وويل: اې زویه هغوی درواغ وایي، هغه د هغه په ژبه خبرې کوي. هغه څه چې هغه وویل یوه مشهوره خبره ده، ځکه چې پدې کار سره مېرګي (مصروع) کېږي او په داسې ژبه خبرې کوي چې په معنی یې نه پوهېږي، او د هغه بدن په داسې سخته ضربه وهي چې که په هغې ضربې سره اوښ ووهل شي، په اوښ باندې به ډېر تاثیر او اغېز ولري، او بې هوشه شوی کس (مصروع) په وهلو یا په خبرو احساس نه کوي چې هغه څه وايي، او بې هوشه شوی کس (مصروع) ممکن نور کسان را کش کړي،
او په مسلمانو امامانو کې داسې څوک نشته چې د مصروع (میرګي لرونکی انسان) په بدن کې د پيري له ننوتلو څخه انکار وکړي، او څوک چې دا ردوي او ادعا کوي چې شريعت دا درواغ ګڼي، نو په حقیقت کې هغه د شريعت پر خلاف درواغ ويل شوي دي او په شرعي دلائلو کې يې د انکار لپاره هيڅ نشته. خبره یې پای ته ورسیدله.
او امام ابن القیم رحمه الله تعالی په خپل کتاب "زاد المعاد في هدي خير العباد، په ج4، ص66-69 کې داسې ویلي دي: «صرع دوه ډوله ده: یو صرع د بدو ځمکني روحونو څخه دي، او بل صرع د بدو اخلاطو څخه دي، او د دویمې صرعې د سبب او درملنې په اړه ډاکټران خبرې کوي.
لېکن د ارواحو صرع (مېرګي): د دوی امامان او عقلمن خلک دا مني او نه یې ردوي، او دوی دا مني چې د هغې بدو او خبیثو ارواحو درملنې پر ځای د غوره او نیکو ارواحو سره ترسره کیدلی شي، او د هغه اغېزې له مینځه وړل کېدلی شي، د هغه له کړنو څخه مخنیوی کوي او باطلوي يې، دا خبره بقراط په خپلو ځینو کتابونو کې بیان کړې او د صرع د درملنې ځینې طریقې یې ذکر کړي او ویلي یې دي:
دا یوازې د هغې صرعې (میرګي) لپاره ګټه لري چې د اخلاطو او مادو له امله رامینځته شوي وي، او هغه صرع (میرګي) چې لامل یې ارواح وي دغه درملنه د هغه لپاره ګټه نه رسوي.
او جاهل طبیبان، غورځیدلي او د ټیټې درجې لرونکي، او هغه څوک چې زندیقیت باندې پاتې کېدل فضیلت ګڼي، دوی د روح له صرعې څخه انکار کوي. دوی دا نه مني چې دا د مصروع شوي انسان په بدن اغیزه کوي او له دوی سره له ناپوهۍ پرته بل څه نشته، او دا چې په طبي صنعت کې هیڅ شی شتون نلري چې دا خبرې رد کړي، حس او وجود پردې باندې شاهدي ورکوي، او د دوی د باور راجع کول د اخلاطو او مرکباتو په ډیر والي سره ریښتیا دی لیکن په ځینو برخو کې، نه په ټولو کې. تر دې چې هغه وویل: زندیقان ډاکټران راغلل او یوازې د اخلاطو د صرعې پرته یې بل څه ثابت نه کړی شول، او څوک چې د دې ارواحو او د هغو د اغیزو په اړه عقل او پوهه ولري د دې خلکو په ناپوهۍ او د عقل په کمزوۍ باندې به وخاندي.
د دې ډول درملنه په دوو شیانو ولاړه ده: یوه د مصروع شوي انسان لخوا او بله د علاج کوونکي لخوا، نو هغه څه چې د مصروع شوي انسان لخوا دي هغه د هغه د نفس قوت دی، او هغه په ريښتیا سره د ارواحو پیدا کوونکي ته ګرځیدل دي، او په هغه باندې صحیح ډول پناه غوښتل دي چې زړه او ژبه یې سره پرې سلا وي. دا یو ډول جګړه ده، او جنګیالی له دوو شیانو پرته له خپل دښمن څخه د وسلې په مقابل کې مقاومت نه شي کولی: دا چې وسله په خپل ذات کې سمه وي، او دا چې مټ یې پیاوړی وي، نو کله چې یو له لدې دوو شیانو څخه شتون ونلري وسله به ډېره ګټه ونه لري، نو هغه حالت به څنګه وي چې دواړه شتون ونلري، او زړه يې ويجاړ شوى وي او په هغه کې توحيد، توكل، تقوا او توجه شتون و نلري، او وسله هم و نلري.
دویم د درملنې له اړخه، چې دا دواړه کارونه هم پکې وي، آن تر دې چې ځینو له درملنه کوونکو څخه پدې وینا سره بسنه کوي چې ورته ووایي: (وځه ترې) یا ووایي: (بسم الله) یا ووایي: (لا حول ولا قوة إلا بالله) او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- به ویل: (اخرج عدو الله أنا رسول الله). (د الله دښمنه ووځه، زه د الله رسول يم).
او ما زمونږ شيخ لیدلی چې مصروع شوي کس ته يو څوک ليږدوي هغه یې له روح سره خبري کوي او ورته وایي: شيخ تاته ويلي چې ووځه، ځكه چې دا كار ستا لپاره روا ندى، نو مصروع شوی کس پاڅيږي او ښايي پخپله روح ته خطاب وکړي، او ښایي روح ګمراه کوونکی شیطان وي، نو هغه په وهلو سره راوباسي، نو مصروع شوی کس راویښیږي او درد نه احساسوي. مونږ او نورو دا څو ځله لیدلي، تر دې چې هغه وویل: لنډه دا چې، دا ډول صرع او د هغې د درملنې څخه یوازې هغه کسان انکار کوي چې د پوهې، عقل او معرفت څخه په لږه پیمانه برخمن وي. او د خبیثه ارواحو د تسلط ډیره برخه پر هغه کورنۍ باندې وي چې د دین کموالی، او د زړونو او ژبو خرابوالی ورلري، د اذکارو، معوذاتو، نبوي او ایماني ځان ساتونکو ذکرونو څخه څه ونلري، نو خبیثه او ناوړه روح بې وسلې کس مومي او ممکن چې دغه کس لوڅ او بربنډ وي (جامې پر ځان ونلري) نو دا هغه باندې اغیزه کوي. د هغه - رحمه الله- مقصود پای ته وسید.
هغه څه چې مو له شرعي دلائلو او د اهل سنت او جماعت او د فقهاوو د اجماع له مخې د انسان په وجود کې د پیري د داخلېدو د جواز په اړه یاد کړل، لوستونکو ته د منکرو د قول بطلان معلوموي. او شیخ علی الطنطاوی دلته تیروتنه کړې چې له هغه څخه یې انکار کړی دی.
او هغه په خپلو خبرو کې وعده کړېده چې د حق لوري ته به راګرځي کله چې هغه ته لارښوونه وشي، نو ښايي د هغه څه له لوستلو وروسته چې مونږ ورته اشاره کړې ده، حق ته راوګرځي. له الله څخه خپل ځان او هغه ته د لارښونې او توفیق غوښتنه کوو. له هغه څه څخه چې مونږ یې یادونه وکړه، دا هم معلومیږي څه چې د ندوة ورځپاڼې په خپله ګڼه کې په 14/10/1407هـ ، 8 مخ کې د ډاکټر محمد عرفان له قوله راخیستي چې د جنون (لیونتوب) کلمه د طبي ډکشنرۍ څخه لمنځه تللې ده، او د هغه ادعا چې د پیري ننوتل په انسان کې او د هغه په ژبه خبرې کول سل په سلو کې علمي تیروتنه ده. دا ټول درواغ دي، کوم چې په شرعي مسائلو په نه پوهېدنې دلالت کوي او هغه څه چې د اهل سنت او جماعت د علماوو لخوا تایید شوي دي. که دا خبره ډېرو ډاکټرانو ته ښکاره او معلومه نه وي، دا پدې دلالت نکوي چې دا څیز شتون نلري، بلکې دا د دوی له سترې ناپوهۍ پرده پورته کوي، کوم چې نورو علماوو چې هغوی ددین په مسئله کې په صداقت، امانتدارۍ او بصیرت باندې شهرت لري، بلکه پر دې باندې د اهل سنت والجماعت اجماع ده. لکه څرنګه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- پدې اړه له ټولو علماوو څخه نقل کړی، او له ابو الحسن الأشعري څخه یې هم نقل کړی چې هغه د اهل سنت او جماعت څخه نقل کړی، او همدارنګه د علامه ابو الحسن الأشعري څخه : ابو عبدالله محمد بن عبدالله الشبلي الحنفي چې په ۷۹۹ هجري کې وفات شوی په خپل کتاب (آكام المرجان في غرائب الأخبار وأحكام الجان) کې په پنځوسم باب کې نقل کړي دي.
او د ابن القیم رحمه الله په خبرو کې مخکې راغلي دي چې د طبیبانو مشران او عاقلان یې دې باندې اعتراف کوي او دا نه ردوي، بلکې هغه جاهل طبیبان، پست او ګمراه کوونکي خلک چې په دې اړه پوهه نه لري، له دې څخه انکار کوي. نو اې لوستونکیه! پوهه شه او هغه حقه خبره چې موږ یاده کړه، په هغه ټینګ پاتې شه، او د جاهلو طبیبانو او نورو کسانو په خبرو باندې مه دوکه کېږه، او نه هم د هغو کسانو په خبرو باور وکړه چې په دې مسله کې بې علمه او له بصیرته پرته خبرې کوي، او نه د جاهلو طبیبانو او د بدعت په خاوندانو لکه معتزله او نورو په تقلید سره، والله المستعان.
پاملرنه
او ممکن هغه غالۍ چې پرې ناست دي کش یې کړي، او آلات له یو ځایه څخه بل ځای ته انتقال کړي، او همدارنګه نور کارونه ترسره کوي، دغه خبرې د هغو کسانو لخوا تایید شوی چا چې لیدلي دي، هغوی وایي چې هغه څوک چې د انسان په ژبه خبرې کوي او آلات او وسایل له یو ځایه بل ځای ته انتقالوي د انسانانو له جنس څخه نه دي بلکې له بل جنس څخه دي.
هغه څه چې مونږ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له صحیحو احادیثو او د اهل علمو له قوله ذکر کړي دي، دا په ډاګه کوي چې پیریانو ته وینا، وعظ، نصیحت کول، او اسلام ته د هغوی رابلل، او د هغوی له طرفه د بلنې منل هغه څه سره مخالفت نه لري چې الله - تعالی- په (ص) سورت کې د سلیمان - علیه الصلاة السلام - په باره کې اشاره کړې ده چې فرمایلي یې دي: ﴿رب اغفر لي وهب لي ملكا لا ينبغي لأحد من بعدي إنك أنت الوهاب﴾، (اې زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه ډالۍ ورکوونکی يې).[41] په دې ډول د هغه په نیکۍ سره امر کول او له بدیو څخه یې منع کول او د هغه وهل کله چې د وتلو څخه ډډه وکړي، دا ټول له پورتني آیت سره په ټکر کې ندي، بلکې دا د برید کوونکي مخنیوی او د مظلوم سره د مرستې کول او امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه دي، لکه څرنګه چې د انسان سره ترسره کیږي. او په صحیح حدیث کې چې مخکې یادونه وشوه، رسول الله -صلی الله علیه وسلم - فرمایي: (ذعت الشيطان حتى سال لعابه) (د شیطان ستونې باندې مې تر هغه وخته پورې زور کړ تر څو چې د هغه لاړې و بهېدلې) د هغه - عليه الصلاة والسلام- په مبارکې لاس باندې، او ويې فرمایل: (لولا دعوة أخي سليمان لأصبح موثقا حتى يراه الناس)، ( كه زما د ورور سليمان دعا نه واى نو هغه به تړل شوى واى ترڅو یې خلك وویني). او د مسلم په روایت کې د ابو درداء له حدیث څخه چې نبي -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: (إن عدو الله إبليس جاء بشهاب من نار ليجعله في وجهي فقلت: أعوذ بالله منك ثلاث مرات، ثم قلت ألعنك بلعنة الله التامة -فلم يستأخر- ثلاث مرات، ثم أردت أخذه والله لولا دعوة أخينا سليمان لأصبح موثقا يلعب به ولدان أهل المدينة)، (د الله دښمن ابليس د اور له شعلې سره راغى ترڅو یې زما پر مخ راواچوي، نو ما وويل: أعوذ بالله منك (زه له تا څخه الله ته پناه وړم) درې ځلې، بیا مې وویل: د الله په پوره لعنت سره تا باندې لعنت وایم -بیا هم شاته نه شو- درې ځلې، بیا مې غوښتل چې هغه ونیسم، نو په الله قسم چې زما د ورور سلیمان دعوت نه وی هغه به تړلی شوی وی او د کلي ماشومانو به هغه باندې لوبې کولي). او په دې معنا سره ګڼ شمیر حدیثونه، او همدارنګه د اهل علم خبرې شتون لري.
او هیله لرم هغه څه چې مونږ ذکر کړل د حق غوښتونکي لپاره پوره او قانع کونکی وي، او له الله څخه د هغه په ښکلو نومونو او لوړو صفتونو سره غوښتنه کوم چې موږ او نورو ټولو مسلمانانو ته د هغه د دین د پوهیدو او په هغه باندې د ثابت پاتې کیدو په اړه مرسته وکړي. او مونږ باندې ددې احسان وکړي چې په قول او عمل کې حق پیدا او عملي یې کړو، موږ او ټول مسلمانان دې د هغه څه څخه وساتي چې له علم پرته خبرې وکړو او له هغه څه څخه انکار وکړو چې د هغه په اړه پوهه نلرو، هغه ښه ساتونکی او قادر - ذات - دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله نبينا محمد وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان.
[41][سورة ص الآية: 35]،
Related books
All books
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر23 ژبېد رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر
لیکنه: عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد؛ المرسل رحمة للعالمين، وعلى آله وأصحابه الذين حملوا كتاب ربهم سبحانه وسنَّة نبيهم -صلى الله عليه وسلم- إِلى من بعدهم، بغاية الأمانة والإتقان، والحفظ التام للمعاني والألفاظ - رضي الله عنهم وأرضاهم - وجعلنا من أتباعهم بإِحسان. وحجة على العباد أجمعين أما بعد : پخوانیو او اوسنیو علماوو پدې اتفاق کړی دی چې د احکامو د اثبات او د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې -چې باطل ورته نه له مخکې او نه له شا راتګ کولی شي - د حلالو او حرامو د بیانولو -…
د اسلام فضيلت.11 ژبېد اسلام فضيلت.
امام محمد بن عبدالوهاب. باب دی په فرضيت د اسلام کې ...او د الله تعالی دا قول: {او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي} د آل عمران سورت: ۸۵ آیت) او د الله تعالی دا قول: {او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي} [۲] (الأنعام: ۱۵۳) [1] آل عمران سورت ۸۵ آيت. [۲] الأنعام سورت ۱۵۳ آيت. مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي. او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی…
د نېکمرغه ژوند لپاره ګټورې وسیلې85 ژبېد نېکمرغه ژوند لپاره ګټورې وسیلې
د شیخ عبد الرحمن بن ناصر السعدي کتاب: (د نېکمرغه ژوند لپاره ګټورې وسیلې) د ریښتینې نېکمرغۍ اسباب له یوه ژور ایماني لیدلوري څخه څېړي، او لوستونکی د ایمان، نېک عمل، د الله تعالی ذکر، قناعت، په نعمتونو کې د فکر کولو، احسان، توکل، صبر او ښایسته اسلوبو سره د چارو ارزولو ته لارښوونه کوي، دا کتاب ستا مخې ته د ژوند د بدلونونو سربېره د یو ډاډمن، متوازن او نېکمرغه ژوند نقشه ږدي.
د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.71 ژبېد اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.
اسلام داسې يو مهم کتاب دی چې د اسلام پر داسې لڼډ تعريف مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه د هغه اصول، ښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دغه کتاب مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفو خلکو ته د هغوی په ژبو د ظروفو او حالاتو له اختلاف سره په هر ځای او وخت کې متوجه دی. له قرآن کريم او نبوي سنتو څخه پر دلايلو مشتمله نسخه ده. اسلام د الله له لوري ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه داسې تلپاتې الهي پيغام دی چې د رباني پيغامونو پای ته رسوونکی دی. اسلام ټولو خلکو ته د الله يو پيغام دی هغه فرمايي: او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق…