دعاء؛ له قرآن او سنت څخه
لیکنه الله تعالی ته اړمن بنده ژباړه: ((او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول)). سورة الأعراف، : 180آیت. الله- الأول- الآخر- الظاهر- الباطن- العليّ-الأعلى بسم الله الرحمن الرحيم
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
دعاء؛ له قرآن او سنت څخه
لیکنه
الله تعالی ته اړمن بنده
دکتور سعید بن علي بن وهف القحطاني ژباړه: ((او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول)). سورة الأعراف، : 180آیت.
الله- الأول- الآخر- الظاهر- الباطن- العليّ-الأعلى بسم الله الرحمن الرحيم
سریزه
المتعال- العظيم- المجيد-الكبير-السميع- البصير- العليم
الخبير- الحميد- العزيز- القدير- القادر- المقتدر- القويُّ إنَّ الحَمْدَ لِلَّهِ، نَحْمَدُهُ، وَنَسْتَعِينُهُ، وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِيَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ، وَسَلَّمَ تَسْلِيمَاً كَثِيرَاً. أمَّا بَعْدُ:
المتين- الغني- الحكيم- الحليم- العفوُّ- الغفور- الغفار دا زما د کتاب: ((الذَّكْرُ وَالدُّعَاءُ وَالعِلاَجُ بِالرُّقَى مِنَ الكِتَابِ وَالسُّنَّةِ)) [2] ، لنډیز دی چې د دعا برخه مې پکې لنډیز کړې ده؛ د استفادې د اسانه کولو لپاره مې دعاګانې او نورې فایدې اضافه کړي دي، ان شاء الله تعالی، او زه له الله – عزوجل – څخه د هغه په ښکلو نومونو او لوړو صفتونو سره سوال کوم چې د خپل عزتمن مخ لپاره يې خاص وګرځوي، ځکه چې هغه مرستندوی او پرې ځواکمن دی. [2] او الحمدلله د احادیثو یاده شوې ټولګه له پراخه تخریج سره په څلورو ټوکونو کې چاپ شوې: په لومړي او دویم ټوک کې اذکار ((حصن المسلم))، په دریم ټوک کې دعاګانې، او په څلورم ټوک کې په دم او دعا سره درملنه.
التوَّاب- الرقيب- الشهيد- الحفيظ- اللطيف- القريب- المجيب وَصَلَّى اللَّهُ، وَسَلَّمَ، وَبَارَكَ عَلَى نَبِيِّنا مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِهِ، وَأَصْحَابِهِ، وأَتْبَاعِهِ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّين.
الودود- الشاكر- الشكور- السيد- الصمد- القاهر- القهار لیکنه: سعيد بن علي بن وهف القحطاني
الجبار- الحسيب- الهادي- الحكم- القدوس – السلام - البَرُّ د ۱۴۰۸ هجري کال په شعبان میاشت کې لیکل شوی دی.
د دعا فضیلت
الوهَّاب-الرحمن- الرحيم- الكريم- الأكرم- الرءوف - الفتّاح
الرَّازق- الرَّزَّاق- الحي - القَيُّوم – الربّ - الملك - المليك الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي) سورة غافر، آیت: 60. او الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي؛ نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما وروبولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتي شي). سورة البقرة، ایت: 186، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: ((دعا عبادت دی، او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم)).[3]، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: ((په حقيقت کې ستاسو پروردګار - تبارک وتعالی - ډیر حیاناک عزتمن دی، له خپل بنده نه حیا کوي، كله چې لاسونه ورته پورته كړي چې بېرته يې تش ور وګرځوي)). او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي-: ژباړه: ((هیڅ مسلمان نشته چې دعا وکړي خو ګناه او خپلوي پرې کول پکې نه وي، مګر دا چې الله به هغه ته له دریو شیانو څخه یو ورکړي: یا به د هغه دعا ژر تر ژره قبوله کړي، او یا به یې په آخرت کې د هغه لپاره ذخیره کړي، او یا به د هغه په اندازه له هغه څخه بدۍ لیرې کړي)) هغوی وویل: نو زیاته به یې کړو؟ ويې فرمايل: ((الله زيات دى)) [5]. [3] أبو داود، 2/ 78، په:1481 شمېره، او ترمذي په: 5/ 211 ، 2959 شمیره، او ابن ماجه، 2/ 1258، په 3828 شمیره، او الباني رحمه الله په صحيح الجامع الصغير، 3/ 150 کې صحیح ګڼلی. او صحيح ابن ماجه، 2/ 324. [4] دا حديث ابو داود، ۲/۷۸، ۱۴۸۸ شمیره، ترمذي، ۵/۵۵۷، ۳۵۵۶ شمېره، او ابن ماجه، ۲/۱۲۷۱، ۳۸۶۵ شمېرې سره روايت کړی دی. ابن حجر ويلي دي: "سند یې ښه دی". الباني په صحيح الترمذي، ۳/۱۷۹ کې صحيح ګڼلی دی. دا حديث ترمذي په: ۵/۵۶۶، او ۵/۴۶۲، ۳۵۷۳ شمېره، او احمد، ۳/۱۸، ۱۱۱۵۰ شمېره کې روايت کړی دی، او الباني په صحيح الجامع الصغير، ۵/۱۱۶، او صحيح سنن الترمذي، ۳/۱۴۰ کې صحیح ګڼلی دی.
الواحد- الأحد – المتكبِّر - الخالق - الخلاّق – البارئ - المصوِّر د دعا له آدابو او د قبلیدو له اسبابو څخه [6]: [6] دا آداب او لاملونه یې له دلایلو سره په اصل: 3/927-975 کې وګورئ.
المؤمن- المهيمن- المحيط – المقيت – الوكيل – الكافي - الواسع ۱. الله جل جلاله ته اخلاص.
الحق – الجميل – الرفيق – الحيي – الستير – الإله - القابض 2- باید د الله تعالی په صفت او ثنا ویلو دعا پیل شي، بیا ورپسې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود، او په همدې یې ختمه هم کړي.
الباسط – المعطي – المقدِّم – المؤخِّر – المبين – المنان - الوليّ ۳- په دعاء کې عزم، او قبلېدو باندې یقین کول.
الموْلى- النصير – الشافي - مالك الملك- جامع الناس ۴- د دعاء ډیر تکرارول (اصرار کول) او بېړه نه کول.
نور السموات والأرض - ذو الجلال والإكرام - بديع السموات والأرض[2] ۵- په دعا کې د زړه حضور ساتل. [1] دا نومونه د قرآن او سنت څخه له دلایلو سره وګورئ: (شرح أسماء الله الحسنى في ضوء الكتاب والسنة)... د لیکوال.
۶- د هوساینې او مصیبت په وخت کې دعا کول.
۷- سوال يوازې دَ الله تعالى څخه غوښتل کېږي.
۸- خپلې کورنۍ، مال، او اولاد او یا د خپل ځان لپاره له ښېرا څخه ډډه کول.
۹- د دعاء په وخت کې غږ ټیټ ساتل، د ټیټ او لوړ اواز تر منځه.
۱۰- ګناه باندې اقرار کول، او د هغه څخه بخښنه غوښتل، او نعمت باندې اقرار کول، او نعمت باندې د الله تعالی شکر ادا کول.
۱۱- په دعا کې له سجعې او تكلف څخه ډډه کول.
۱۲- زارۍ، عاجزي، لیوالتیا او ویره.
۱۳- له توبې سره د ظلمونو او حقونو بېرته ګرځول.
۱۴- درې ځلې دعا تکرارول.
۱۵- قبلې ته مخ کول.
۱۶- په دعا کې د لاسونو پورته کول.
۱۷- که امکان ولري له دعا مخکې اودس کول.
۱۸- په دعاء کې له حد نه نه اوړیدل.
۱۹- کله چې بل چا ته دعا کوي، نو دعا کوونکی باید له ځانه پیل وکړي [7]. [7] له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ثابت دي چې هغه لومړی ځان ته په دعا کولو پېل وکړ، او دا هم ثابت دي چې ځان ته یې په دعا پېل نه دی کړی: لکه انس، ابن عباس، ام اسمعيل او نورو ته یې دعا کول، د دې مسئلې د تفصيل لپاره وګورئ: پر صحيح مسلم د نووي شرحه، 15/144، او تحفة الأحوذي شرح سنن الترمذي، 9/328، او د فتح الباري شرح صحيح البخاري 1/281.
۲۰- دا چې الله تعالی ته د هغه په نیکو نومونو، عالي صفتونو او یا نیک عمل سره چې په خپله دعا کوونکي تر سره کړی وي، یا د یو صالح سړي په دعا سره چې ژوندی او حاضر وي وسیله شي.
۲۱- چې خواړه، څښاک او جامې یې حلالې وي.
۲۲- چې ګناه او یا د خپلوۍ پرې کول ونه غواړي.
۲۳- چې په نیکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول وکړي.
۲۴- له ټولو ګناهونو څخه ځان ساتل.
هغه وختونه، شرایط او ځایونه چې دعاګانې پکې قبلیږي [8]: [8] دا وختونه، شرایط او ځایونه د هغوی له دلایلو سره په تفصیل په اصل کې وګورئ، 3/975-1117.
۱ - د قدر شپه.
۲ - د نیمې شپې وروستۍ برخه.
۳ - د فرضي لمونځونو پسې.
۴ - د اذان او اقامت تر منځ.
۵ - په هره شپه کې یو ځانګړی وخت.
۶ - د فرضي لمونځونو لپاره د اذان پر مهال.
۷ - د باران ورېدو پر مهال.
۸ - د الله په لار کې د صفونو او لښکرو د حرکت پر مهال.
۹ - د جمعې په ورځ یو ساعت.
تر ټولو راجح نظر دا دی چې دا د جمعې په ورځ د مازدیګر د لمانځه وروستۍ ساعت دی، او ممکن د خطبې او لمانځه پر مهال وي.
۱۰- د نیت له اخلاص سره د زمزم اوبو څښلو پر مهال.
۱۱ - د سجدې پر مهال.
۱۲ - په شپې کې له خوب څخه د راپاڅېدو پر مهال، او دا مهال په ماثوره دعا سره دعا غوښتل.
۱۳ - چې په طهارت سره ویده شي، بیا د شپې راپاڅېږي او دعا وکړي.
۱۴ - کله چې په دې الفاظو سره دعا وغواړي: ((لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ)).
۱۵ - د یو کس له مړیني وروسته ورته د خلکو دعا.
۱۶ - په وروستي تشهد کې د الله تعالی له ستاینې او پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم له درود ویلو وروسته دعا غوښتل.
۱۷ - کله چې په اسم اعظم سره د عا وغوښتل شي، هغه نوم چې دعا پرې وغوښتل شي قبلیږي، او سوال پرې وشي ورکول کیږي[9]. [9] د دې کتاب په ۲۰۳، ۱۰۴ او ۱۰۵ شمېرو حدیثونو کې د الله تعالی اسم اعظم وګورئ.
۱۸- د خپل مسلمان ورور لپاره د هغه په غیاب کې دعا کول.
۱۹- په عرفات کې د عرفې د ورځې دعا.
۲۰- د رمضان په مياشت کې دعا.
۲۱- کله چې مسلمانان د ذکر په مجلسونو کې سره راغونډ وي.
۲۲- د مصیبت پر مهال په: (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، اللَّهُمَّ أجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي ، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) سره دعا کول، یعنې (موږ د الله یو او هغه ته ورګرځو. ای الله زما د مصیبت بدله راکړه، او د هغې څخه ماته غوره راکړه).
۲۳- هغه مهال دعا کول چې انسان د زړه له تله الله تعالی ته عرض وکړي او دعا په پوره اخلاص سره وکړي.
۲۴- هغه چاته د مظلوم ښېراوې چې ظلم یې پرې کړی وي.
۲۵- زوی ته د پلار دعا او یا یې ورته ښېراوې.
۲۶- د مسافر دعا.
۲۷- د روژه دار دعا تر هغه وخته پورې چې روژه ماته کړي.
۲۸- د روژه ماتي پر مهال د روژه دار دعا.
۲۹- د محتاج او اړمن دعا.
۳۰- د عادل امام دعا.
۳۱- د نیک اولاد دعا د خپل مور او پلار لپاره.
۳۲- د اودس پسې دعا، کله چې په ماثوره دعاګانو سره دعا وغواړي.
۳۳- د كوچنۍ جمرې د ویشتلو پسې دعا.
۳۴- د منځنۍ جمرې د ویشتلو پسې دعا.
۳۵- د کعبې دننه دعاء، او څوک چې حجر (حطیم) کې دننه لمونځ وکړي هغه له کعبې څخه شمېرل کیږي.
۳۶- پر صفا ( غونډۍ) دعا کول.
۳۷- پر مروه (غونډۍ) دعا کول.
۳۸- د مشعر الحرام سره دعا کول.
او مؤمن په هر ځای کې چې وي هر وخت له خپل رب نه دعا غواړي، الله تعالی فرمايي: ژباړه: (او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي؛ نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما وروبولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتې شي). سورة البقرة، ایت: 186، مګر دا وختونه، شرایط او ځایونه د ډیرو ځانګړتیاوو څخه برخمن دي.
له کتاب او سنت څخه دعا
الْحَمْدُ لِلهِ وَحْدَهُ، وَالصَّلاةُ وَالسَّلاَمُ عَلَى مَنْ لاَ نَبِيَّ بَعْدَهُ.
1- ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ * ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى. ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى د بَدلې د ورځې مالك دى مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه لار د هغو کسانو چې تا پر هغوی نعمت کړی، نه لار د هغو کسانو چې پر هغوی غضب کړی شوی او نه (لار) د لار ورکو). الفاتحه سورت له ۱ - ۷ آیت پورې.
۲- ((اې زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې)). البقرة سورت: 127 آیت.
۳- (او زموږ توبه قبوله كړه، يقينًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې). سورة البقرة، ایت: 128.
۴- ((اې زمونږ ربه مونږ ته په دنيا کې هم نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذاب څخه مو وساته)). سورة البقرة، ایت: 201.
۵- (مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). سورة البقرة، ایت: 285.
۶- (اې زمونږ ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اى زمونږ ربه! او پر مونږ بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا (بوج) ایښى و په هغو خلکو چې له مونږ څخه مخكې وو، اى زمونږ ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې پر مونږ د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي او مونږ ته معافي وكړه او مونږ وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف مو مرسته وكړه) [19]. سورة البقرة، ایت: 286.
۸- (ای ربه زمونږ! بېشکه مونږ ایمان راوړی، نو مونږ ته زمونږ د ګناهونو بخښنه وکړه، او د اور له عذابه مو وساته). سورة آل عمران، ایت: 16.
۹- (ای ربه زما! ما ته له خپل لورې پاکه اولاده راکړه، بېشکه ته د دعا اورېدونکی یې). سورة آل عمران، ایت: 38.
۱۰- اى زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږ (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه. سورة آل عمران، ایت: ۵۳.
۱۱- (اې زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږ (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مرسته وكړه). سورة آل عمران، ایت: 147.
۱۲- اې زمونږ ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږ (د جهنم) له اور نه وژغوره،. اى زمونږ ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مرستندوی نشته، اى زمونږ ربه! بېشكه مونږ یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره یو، اى زمونږ ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږ مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې). سورة آل عمران، ایتونه: 191-194.
۱۳ - (اې زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه). سورة المائدة، ایت: 83.
ای ربه زمونږ! ظلم کړی مونږ پر خپلو ځانونو، او که ته مونږ ته بخښنه ونه کړې او پر مونږ رحم و نه کړې، نو بېشکه چې مونږ به له زیان کوونکو څخه شو). سورة الأعراف، ایت: 23.
۱۵- (ای زمونږ ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه). سورة الأعراف، ایت: 47.
۱۶ - اې الله (ته زمونږ کار ساز یې، نو ته مونږ ته بخښنه وکړه او پر مونږ رحم وکړه او ته تر ټولو غوره بخښونکی یې). او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم). سورة الأعراف، دوه آیتونه: 155- 156.
۱۷ - (ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه مې توكل كړى او هم هغه د عظیم عرش مالک دى). سورة التوبة، ایت: 129.
۱۸ - (اې زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه) (او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه) سورة يونس، دوه آیتونه: 85- 86.
۱۹ - (اې زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او پر ما رحم ونه كړې (،نو) شم به زه له تاوانیانو نه). سورة هود، ایت: 47.
۲۰ - (( یا الله (د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما په داسې حال كې وفات کړه چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه). سورة يوسف،الآية: 101 [10] [10] او د فایدې لپاره د ابن القیم: الفوائد کتاب وګوره: 436، او437 مخونه.
(اى زما ربه! ته دا ښار دَ امن والا وګرځوه، او ما او زما زامن دَ بتانو دَ بندګۍ نه وساته). سورة إبراهيم، : 35 آیت.
۲۲ - (اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوه او زما له اولادې ځینې هم (د لمانځه قايموونكي وګرځوه)، اى زما ربه! ته زما دعا قبوله كړې). سورة إبراهيم: 40 آیت.
۲۳- (اې زمونږ ربه! ته ما وبخښه او زما مور او پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب به قايمېږي). سورة إبراهيم: 41 آیت.
۲۴- (ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې (اسباب د) هدایت برابر كړه). سورة الكهف: 10آیت.
۲۵ - (اې زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه. او ما ته زما كار اسان كړه. (او زما له ژبې نه غوټه پرانېزه، چې په وینا مې پوه شي). سورة طه: 25-28 آیتونه.
۲۶ - (اې زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راکړه). سورة طه: 114 آیت.
۲۷ - (نشته برحق معبود مګر ته يې، تالره پاکي ده له نقصانونو نه او بې شکه زه له ظالمانو څخه وم). سورة الأنبياء: 87 آیت.
۲۸ - (اى زما ربه! ما يوازې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې). سورة الأنبياء: 89 آیت.
۲۹ - اى زما ربه! زه په تا پورې د شیطانانو له وسوسو څخه پناه نیسم. او زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي). سورة المؤمنون:97- 98 آیتونه.
۳۰ - (اې زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې). سورة المؤمنون: 109آیت.
۳۱ - (اې زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې). سورة المؤمنون: 118 آیت.
۳۲ - (او هغه كسان دي چې وايي:) اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى. بېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى). سورة الفرقان: 65- 66 آیتونه.
۳۳- (اې زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبخښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه). سورة الفرقان: 74 آیت.
۳۴ - (اې زما ربه! ما ته حكم (علم او حكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه. او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه. او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځینې وګرځوه). سورة الشعراء: 83-85 آیتونه.
۳۵ - او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي. (په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن) مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى. سورة الشعراء: 87- 89 آیتونه.
۳۶ - (اې زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا پر ما او زما پر مور او پلار انعام (او پېرزوینه) كړې ده او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه. سورة النمل: 19 آیت.
۳۷ - (اې زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې). سورة القصص: 16 آیت.
(اې زما ربه! ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړې). سورة القصص، آيت: ۲۱.
۳۹ - (امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي). سورة القصص، آیت: ۲۲.
۴۰ - (اې زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم). سورة القصص، آیت: ۲۴.
۴۱ - (اې زما ربه! د فسادي قوم په مقابله كې ته زما مدد وكړه). سورة العنكبوت، آیت: ۳۰.
۴۲ - (ای ربه زما! ما ته د نېکانو له ډلې نه (ځوی) را وبخښې). سورة الصافات، آیت: 100.
۴۳ - (ای ربه زما! ماته وس راکړې چې ستا د هغو نعمتونو شکر وباسم چې تا پر ما او زما پر مور او پلار (پېرزو) کړي، او (هغه) نیک عمل وکړم چې ته پرې رضا کېږې، او زما اولاده صالح (نېکان) کړه، بېشکه ما تاته توبه کړې او یقینا زه د پوره غاړه اېښودونکو (حکم منوونکو) څخه یم). سورة الأحقاف، آیت: ۱۵.
۴۴ - (اې زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې). سورة الحشر، آیت: ۱۰.
۴۵ - (اې زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تاته مو رجوع كړې ده او خاص تاته بېرته درتګ دى). سورة الممتحنة، ایت: ۴.
۴۶ - (اې زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلکو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې). سورة الممتحنة، آیت: ۵.
۴۷ - [ اې زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور او پلار او هغه څوک (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه). سورة نوح، آیت: ۲۸.
۴۸ - (اې زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه، بېشكه ته په هر شي ښه قادر يې). سورة التحريم، آیت: ۸.
۴۹ - (اې الله ما ته په خپلې ارادې سره د هغه څه په اړه هدایت وكړه چې اختلاف په کې شوی او یوازې ته سمې لارې ته هدایت كوې هغه چا ته چې ويې غواړې) [۱۱]. [۱۱] له البقره سورت څخه په اقتباس، ایت: ۲۱۳.
۵۰-(اې الله ما ته حكمت (د دین پوهه) راکړه، هغه حکمت چې چا ته وركړل شي، نو یقینًا هغه ته ډېر لوى خیر وركړى شو) [۱۲]. [۱۲] له البقره سورت څخه په اقتباس: ۲۶۹ آیت.
۵۱- (اې الله! ما په ثابته وینا مضبوط ولره، په دنيايي ژوند او په اخرت كې) [۱۳]. [۱۳] له ابراهیم سورت څخه په اقتباس:۲۷.
52- (اې الله! مونږ ته ایمان محبوب وګرځوه او زموږ په زړونو كې یې ښايسته كړه او مونږ ته كفر، فسق او نافرماني كول ناخوښ وګرځوه، او مونږ په نېغه لار ولره) [۱۴]. [۱۴] له الحجرات سورت څخه په اقتباس، ۷ آیت.
۵۳- (اې الله! ما د خپل نفس له بخیلۍ څخه وساته او ما له کامیابانو څخه وګرځوه) [۱۵]. [۱۵] له التغابن سورت څخه په اقتباس، ۱۶ آیت.
۴۵ - (اې الله مونږ ته په دنیا کی هم خېر راکړه او په آخرت کی هم خیر راکړه او د دوزخ له عذابه مو وساته) [۱۶]. [۱۶] بخاري، په ۴۵۲۲ او ۶۳۸۹، او مسلم په: ۲۶۹۰شمېره.
(اې الله زه پر تا د اور له فتنې او د اور له عذابه پناه نیسم او د قبر له فتنې او د قبر له عذابه او د شتمنۍ د شر له فتنې او د فقر د فتنې له شر څخه پر تا پناه نیسم، اې الله پر تا د دجال د فتنې له شر څخه پناه نیسم،اې الله! زما زړه د واورو او وریځو په اوبو ومینځه او زما زړه له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه څنګه چې ته سپینې جامې له ناپاکۍ څخه پاکوې او زما او د ګناهونو تر منځه دومره لرې والی راوله لکه څومره لرې والی دې چې د مشرق او مغرب تر منځ راوستی دی، ای الله زه پر تا له سستۍ، ګناه او قرض څخه پناه نیسم) [۱۷]. [۱۷] بخاري په ۸۳۲، او مسلم په: ۵۸۹ شمېره روایت کړی دی.
(یا الله! زه پر تا له کمزورۍ، لټۍ، بزدلۍ، بوډاوالي (زوړوالي) او بخل څخه پناه غواړم، او زه تاته د قبر له عذاب څخه پناه دروړم او پر تا د ژوند او مرګ له هر ډول فتنې څخه پناه نیسم). [۱۸] بخاري په: ۲۸۲۳، او مسلم په: ۲۷۰۶ شمیره روایت کړی.
(یا الله! تا ته پناه دروړم له سخت مصیبت څخه، او د راګیرولو د بدبختۍ څخه، او د (تقدیر) له بدې فیصلې څخه، او له دې څخه چې دښمنان په ما (زما په مصیبت) خوشحاله شي). [۱۹] بخاري، په ۶۳۴۷ شمېره، او مسلم، په ۲۷۰۷شمیرې روایت کړی، او الفاظ یې داسې دي: (كان رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يتعوذ من جهد البلاء، ودرك الشقاء، وسوء القضاء،وشماتة الأعداء))، (رسول الله صلی الله علیه وسلم به له سخت مصیبت، د بدبختۍ له راګیرولو، د (تقدیر) له بدو پریکړو، او له دې چې دښمنان په ما (زما په مصیبت) خوشحاله شي).
(یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه). [۲۰] مسلم په: ۲۷۲۰ شمیره روایت کړی.
(یا الله! زه له تا څخه هدایت، تقوی، پاک لمنتوب او مالداري غواړم). [۲۱] مسلم په ۲۷۲۱ شمیره روایت کړی.
(اې الله! ما ته هدایت وکړه او سمې لارې ته مې سیځ کړه، اې الله! زه له تا څخه د هدایت او سمې لارې غوښتنه کوم). [۲۳] مسلم په ۲۷۲۵ شمیره نقل کړی دی.
(یا الله! تاته ستا د نعمت له زوال څخه پناه دروړم، او له دې چې روغتیا مې په ناروغتیا بدله شي، او پناه غواړم ستا له ناڅاپه عذاب څخه، او ستا له ټولو غضبونو څخه». [۲۴] مسلم په: ۲۷۳۹ شمیره رانقل کړی دی.
(اې الله! زه پر تا د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې ما کړي دي، او د هغه څه له شر څخه چې ما ندي کړي) [۲۵]. [۲۵] مسلم په : ۲۷۱۶ شمیره رانقل کړی دی.
(اې الله زما مال او اولاد ډیر کړه، او په هغه څه کې چې تا ماته راکړي دي برکت واچوه)، (او زما عمر ستا په اطاعت کې اوږد کړه، او زما عمل غوره وګرځوه، او ماته بښنه وکړه). [۲۶] پر دې انس رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا دلالت کوي چې ویې فرمایل: ((اللهمّ أكثر ماله، وولده، وبارك له فيما أعطيته)) اې الله د هغه مال او اولاد ډیره کړه او په هغه څه کې ورته برکت واچوه چې تا ورکړي دی) بخاري په: ۱۹۸۲ او مسلم په: ۶۶۰ شمیرو رانقل کړی دی. [۲۷] بخاري په الادب المفرد ۶۵۳ شمېرې رانقل کړی او الباني په سلسلة الاحاديث الصحيحه کې په: ۲۲۴۱ شمېره او په صحيح الادب المفرد ۲۴۴ مخ کې، او هغه څه چې د قوسونو په مینځ کې دي د هغه -صلی الله علیه وسلم- له قول څخه څرګندیږي، کله چې ترې وپوښتل شو : په خلکو کې غوره څوک دی؟ هغه وفرمايل: (( هغه څوک چې اوږد عمر او نيک عمل ولري)) ترمذي په ۲۳۲۹ شمېره او احمد په ۱۷۷۱۶شمیره او الباني په صحيح ترمذي ۲/ ۲۷۱ کې صحيح بللې ، او له شیخ ابن باز رحمه الله څخه مې د دې دعا کولو په هکله وپوښتل چې آیا سنت ده؟ هغه وفرمایل: (هو)
۶۵- ((لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ، وَرَبُّ الْأَرْضِ، وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ))[۲۸]. (نشته د عبادت وړ پر حقه پرته له لوی او زغم لرونکي ذات څخه، نشته د عبادت وړ په حقه سره پرته له الله تعالی څخه، چې د لوی عرش څښتن دی، نشته د عبادت وړ پرته له الله تعالی څخه، چې د آسمانونو، ځمکې او د عزتمن عرش رب دی). [۲۸] بخاري په: ۶۳۴۵ او مسلم په ۲۷۳۰ شمېرو روایت کړی دی.
۶۶- ((اللَّهُمَّ رَحْمَتَكَ أَرْجُو فَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ، وَأَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ))[۲۹]. (اې الله! زه ستا د رحمت هیله لرم، نو ما د سترګو د رپ په اندازه هم ځان ته مه پرېږده، او زما ټولې چارې سمې کړه، له تا پرته بل (حق) معبود نشته). [۲۹] ابو داود، په: ۵۰۹۰، او احمد، ۵/۴۲ رانقل کړی او الباني په صحيح ابو داود، ۳/ ۲۵۰، او په صحيح الأدب المفرد، ۲۶۰ کې رانقل کړی او اسناد یې علامه ابن باز په تحفة الأخيار، 24 مخ کې حسن بللی دی.
۶۷- (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) [۳۰]. (نشته هېڅ لايق د عبادت پر حقه مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه وم). [۳۰] ترمذي په ۳۵۰۵ شميره رانقل کړی، حاکم، او ذهبي په ۱/۵۰۵ کې صحیح بللى او الباني په صحيح الترمذي ۳/۱۶۸ کې صحيح بللی، او الفاظ یې دا دي:(د ذوالنون دعا چې کله د ماهي په ګېډه کې و، نو اواز يې وکړ: (لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ)، (له تا پرته بل څوک پر حقه د عبادت وړ نشته، ته پاک یې، بېشکه زه له ظالمانو څخه وم)، هیڅ مسلمان نشته چې دغه دعا وکړي مګر دا چې الله به د هغه دعا قبوله کړي)).
۶۸- ((اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ ابْنُ عَبْدِكَ ابْنُ أَمَتِكَ، نَاصِيَتِي بِيَدِكَ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ، أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي، وَنُورَ صَدْرِي، وَجَلَاءَ حُزْنِي، وَذَهَابَ هَمِّي))[۳۱]. (یا الله! زه ستا بنده، ستا د بنده او ستا د وینځې زوی یم، زما ټنډه (د تندې ویښتان) ستا په لاس کې دي، ستا حکم پر ما جاري دی، ستا پرېکړه زما په اړه عادلانه ده، ستا په ټولو هغو نومونو له تا څخه سوال کوم، چې تا پرې خپل ځان نومولی، او یا دې له خپلو بندګانو څخه چاته ښودلی دی، او یا دې په خپل کتاب کې رالېږلی دی، او یا دې په پټ علم کې له ځان سره ساتلی، دا چې قرآن کریم زما د زړه پسرلی، او زما د سینې رڼا او زما د غمونو لرې کوونکی او زما د مصیبت او پریشانۍ له منځه وړونکی وګرځوه). [۳۱] احمد، ۱/۳۹۱، ۴۵۲، او حاکم ۱/۵۰۹ کې رانقل کړی، او حافظ په تخريج الاذکار كې حسن بللى، او الباني په تخريج الکلم الطيب كې صحيح بللى دى ، ۷۳ مخ.
۶۹- ((اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ القُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ))[۳۲]. (اې د زړونو اړوونکیه! زمونږ زړونه ستا پر تابعدارۍ ټینګ کړه). [۳۲] مسلم، په: ۲۶۵۴ شمیره کې روایت کړی.
۷۰- (يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّت قَلْبِي عَلَى دِينِكَ)[۳۳]. (اې د زړونو نسکوروونکيه!، زما زړه ستا پر دین همېشنی (ثابت) کړه). [۳۳] ترمذي په ۳۵۲۲ شمیره، احمد، ۴/۱۸۲، حاکم ۱/۵۲۵، ۵۲۸، او ذهبي صحیح بللی او له هغه سره موافق دى، او الباني په صحيح الجامع، ۶/۳۰۹، او صحیح الترمذي ۳/۱۷۱ کې صحیح بللی، ام سلمه رضي الله عنها فرمايي: (( دا د هغه -صلی الله علیه وسلم- تر ټولو زياته دعا وه)).
۷۱- ((اللَّهُمَّ إنِّي أسْألُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ))[۳۴]. ((اې الله، زه له تا څخه په دنیا او آخرت کې د عافیت غوښتنه کوم)). [۳۴] ترمذي په شمېره ۳۵۱۴ شمیره رانقل کړی، او بخاري په الادب المفرد کې په ۷۲۶ شمېره او لفظ یې په ترمذي کې داسې دي: ((سلوا الله العافية في الدنيا والآخرة))، (( له الله څخه په دنيا او آخرت کې د عافیت غوښتنه وکړئ)) . او په بل روایت کې: ((سلوا الله العفو والعافية فإن أحداً لم يعط بعد اليقين خيراً من العافية))، ((له الله څخه بښنه او عافیت وغواړئ، ځکه چې له یقین وروسته هیچاته له عافیت څخه غوره څیز ندی ورکړل شوی))، او الباني په صحیح ابن ماجه ۳/۱۸۰، او ۳/۱۸۵ او: ۳/۱۷۰ کې صحیح بللی او شواهد یې شته، او د امام احمد په مسند کې د احمد شاکر په ترتیب سره:۱/ ۱۵۶-۱۵۷.
۷۲- ((اللهمّ أحْسِنْ عَاقِبَتَنَا فِي الأُمُورِ كُلِّهَا، وَأجِرْنَا مِنْ خِزْيِ الدُّنْيَا وَعَذَابِ الآخِرَةِ))[۳۵]. (اې الله په ټولو چارو کې مو پایله ښه وګرځوه او د دنيا له رسوایۍ او د آخرت له عذابه مو وساته). [۳۵] احمد، ۴/۱۸۱، او الطبرانی په الکبیر، ۲/۳۳/ ۱۱۶۹، او په الدعاء کې، په ۱۴۳۶شمېره، او ابن حبان، په: ۲۴۲۴، ۲۴۲۵ شمېره (موارد)، الحافظ الهیثمي په مجمع الزوائد کې، ۱۰/۱۷۸ کې ویلي: د احمد او طبراني د اسانیدو سړي ثقه دي.
۷۳- ((رَبِّ أَعِنِّي وَلَا تُعِنْ عَلَيَّ، وَانْصُرْنِي وَلَا تَنْصُرْ عَلَيَّ، وَامْكُرْ لِي وَلَا تَمْكُرْ عَلَيَّ، وَاهْدِنِي وَيَسِّرِ الهُدَى إِلَيَّ، وَانْصُرْنِي عَلَى مَنْ بَغَى عَلَيَّ، رَبِّ اجْعَلْنِي لَكَ شَكَّارًا، لَكَ ذَكَّارًا، لَكَ رَهَّابًا، لَكَ مِطْوَاعًا، إِلَيْكَ مُخْبِتًا أَوَّاهاً مُنِيبًا، رَبِّ تَقَبَّلْ تَوْبَتِي، وَاغْسِلْ حَوْبَتِي، وَأَجِبْ دَعْوَتِي، وَثَبِّتْ حُجَّتِي، وَاهْدِ قَلْبِي، وَسَدِّدْ لِسَانِي، وَاسْلُلْ سَخِيمَةَ قَلْبِي))[۳۶]. (پروردګاره، له ما سره مرسته وکړه، او زما پر خلاف له چا سره مرسته مه کوه، زما نصرت وکړه، او زما پر خلاف له بل چا سره نصرت مه کوه، زما چاره وکړه او زما خلاف چاره مه جوړوه، ما ته لارښوونه وکړه او زما لارښوونه آسانه وګرځوه، او ماته په هغه چا بریا راکړه چې پر ما ظلم کوي، اې ربه، ما شکرګزار (منندوی)، ذکر کوونکی، وېره کوونکی، اطاعت کوونکی، خشوع کوونکی، دعا کوونکی، او تاته رجوع کوونکی و ګرځوه، اې ربه زما توبه قبوله کړه، غم مې لرې کړه، زما دعاګانې قبولې کړه، زما قول (او ایمان) ثابت ولره، زما زړه ته هدایت وکړه، زما ژبه سمه کړه او زما د زړه بدوالی لرې کړه). [۳۶] بخاري په الادب المفرد شمېره ۶۶۴، او ۶۶۵، ابوداود، ۱۵۱۰، ۱۱۵۱۱، او ترمذي، په شمېره ۳۵۵۱، ابن ماجه په شمېره ۳۸۳۰، احمد ۱/۱۲۷، او حاکم صحيح بللى او ذهبي ورسره موافق دى، ۱/۵۱۹ او الباني په صحيح ابي داود، ۱/۴۱۴ او په صحیح الترمذي کې ۳/۱۷۸ کې صحيح بللى.
۷۴- ((اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ مِنْهُ نَبِيُّكَ مُحَمَّدٌ -صلى الله عليه وسلم- ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا اسْتَعَاذَ مِنْهُ نَبِيُّكَ مُحَمَّدٌ -صلى الله عليه وسلم- ، وَأَنْتَ الْمُسْتَعَانُ، وَعَلَيْكَ الْبَلَاغُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ))[۳۷]. (اې الله! موږ له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوو چې ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له تا څخه غوښتلی دی، او د هغه څه له شر څخه تاته پناه دروړو چې ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ترې پناه غوښتې ده، ته مرسته کوونکی یې او رسوول تا پورې اړه لري، له الله پرته بل ځواک او طاقت والا نشته). [۳۷] ترمذي، په ۳۵۲۱ شمېره، او ابن ماجه، په ۳۸۴۶ شمیره، په هماغې معنا سره نقل کړی، او ترمذي ویلي: ((دا حدیث حسن غریب دی))، او الباني په ضعيف الترمذي کې په ۳۸۷ مخ کې ضعیف بللی دی.
۷۵- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ سَمْعِي، وَمِنْ شَرِّ بَصَرِي، وَمِنْ شَرِّ لِسَانِي، وَمِنْ شَرِّ قَلْبِي، وَمِنْ شَرِّ مَنِيِّي))[۳۸]. (اې الله زه پناه نیسم پر تا د خپل غوږ له شر څخه، د خپلو سترګو له شر څخه، د خپلې ژبې له شر څخه، د خپل زړه له شر څخه او د خپلې منۍ (شهوت) له شر څخه). [۳۸] ابو داود، په ۱۵۵۱ شمېره، او ترمذي، په ۳۴۹۲ شمیره، او نسائي، په شمېره ۵۴۷۰، او نورو هم نقل کړی. الباني په صحيح الترمذي، ۳/۱۶۶، او صحيح النسائي په: ۳/۱۱۰۸ کې صحیح بللی دی.
۷۶- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الأَسْقَامِ))[۳۹].(اې الله زه پناه نیسم پر تا له پیس (برګي مرض)، لیونتوب، هډوکي خوړونکي مرض او له بدو ناروغیو څخه). [۳۹] ابوداود په شمیره ۱۵۵۴، نسائي په شمیره ۵۴۹۳، او احمد په شمیره ۳/۱۹۲ ، او الباني په صحيح النسائي شمیره ۳/۱۱۱۶ او صحيح الترمذي ۳/۱۸۴ شمیره کې صحیح بللی دی.
۷۷- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ مُنْكَرَاتِ الْأَخْلَاقِ، وَالْأَعْمَالِ، وَالْأَهْوَاءِ))[۴۰]. (اې الله زه تاته د ناوړه اخلاقو، کړنو، او د هوا او هوس څخه پناه دروړم). ترمذي په ۳۵۹۱، ابن حبان په ۲۴۲۲ (موارد)، او حاکم په ۱/۵۳۲، او طبراني په الکبير :۱۹/۱۹/۳۶. او البانی په صحیح الترمذی ۳/۱۸۴ کې صحیح بللی دی.
۷۸- ((اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي))[۴۱]. (یا الله! ته زیات بخښنونکی پتمن یې، بخښنه خوښوې، نو ماته بخښنه وکړه). [۳۹] ترمذي په: ۳۵۱۳، نسائي په الکبری کې په: ۷۷۱۲، او الباني په صحيح الترمذي کې ۳/۱۷۰ صحيح بللی دی.
۷۹- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ، وَتَرْكَ الْمُنْكَرَاتِ، وَحُبَّ الْمَسَاكِينِ، وَأَنْ تَغْفِرَ لِي، وَتَرْحَمَنِي، وَإِذَا أَرَدْتَ فِتْنَةَ قَوْمٍ فَتَوَفَّنِي غَيْرَ مَفْتُونٍ، وَأَسْأَلُكَ حُبَّكَ، وَحُبَّ مَنْ يُحِبُّكَ، وَحُبَّ عَمَلٍ يُقَرِّبُنِي إِلَى حُبِّكَ))[۴۲]. (یا الله له تا څخه د نېکۍ کولو، بدیو پرېښودلو، له مسکینانو سره مینې کولو غوښتنه کوم، او کله چې ته د خپلو بنده ګانو د ازمایښت او عذاب پرېکړه وکړې، نو ما خپل لورې ته درواخله (مړ مې کړه) پرته له دې چې په فتنې او عذاب اخته شم، او له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوم، چې له تا سره مینه کوي، او له هغه عمل سره مینه (محبت) در څخه غواړم، کوم عمل چې ستا مینې ته نږدېوالی کوي). [۴۲] احمد په دغه لفظ سره روایت کړی: ۵/۲۴۳، او ترمذي همداسې په: ۳۲۳۵ شمېره حسن بللی دی، او ويلي یې دي: ما له محمد بن اسماعيل – يعني بخاري – څخه وپوښتل او ویې ویل چې: ((دا يو حسن او صحيح حديث دى)) او د حديث په پاى كې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ((دا حق دى، نو ويې لولۍ او زده يې كړئ)) او حاکم په: ۱/۵۲۱ رانقل کړی، او الباني په صحيح ترمذي۳/ ۳۱۸ کې صحيح بللی دی.
۸۰- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ: عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ. اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ [مَا اسْتَعَاذَ بِكَ] [مِنْهُ] عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ. اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا))[۴۳]. (یا الله! زه له تا څخه د ټول بېړني او وروستني خېر غوښتنه کوم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تاته پناه دروړم له هر بېړني او وروستني شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی و، او تاته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه سوال کوم چې هره فیصله (پرېکړه) زما په اړه کوې، هغه ماته خېر وګرځوې). [۳۲] ابن ماجه په ۳۸۴۶ شمېره په خپلو الفاظو، او احمد په ۶/۱۳۴ شمېره، او دویم اضافه الفاظ د همده دي، او حاکم روایت کړی او صحیح یې بللی دی، او ذهبي له هغه سره توافق کړی دی، ۱/۵۲۱، او د لومړي زیادت الفاظ د هغه دي، او الباني په صحيح ابن ماجه، ۲/۳۲۷ کې صحیح بللی دی.
۸۱- ((اللَّهُمَّ احْفَظنِي بالإِسْلاَمِ قائِماً، واحْفَظْنِي بالإِسْلاَمِ قاعِداً، واحْفَظنِي بالإِسْلاَمِ راقِداً، ولا تُشْمِتْ بِي عَدُوّاً ولا حاسِداً. اللَّهُمَّ إِنِّي أسْألُكَ مِنْ كُلِّ خَيْر خزائِنُهُ بِيَدِكَ، وأعُوذُ بِكَ مِنْ كُلِّ شَرٍّ خَزَائِنُهُ بِيَدِكَ))[۴۴]. (یا الله تعالی ما په ولاړه، ناسته او ملاسته کې پر اسلام ټینګ وساته، او مه خوشحالوې پر ما هیڅ حسد کوونکی او نه دښمن، یا الله له تا څخه د ټول خېر غوښتنه کوم چې خزانې یې ستا په لاس کې دي، او پر تا پناه نیسم له هر شر څخه چې خزانې یې ستا په لاس کې دی). [۴۴] حاکم، ۱/۵۲۵ صحیح بللی او ذهبي ورسره موافق دى، او الباني په صحيح الجامع ۲/۳۹۸ او سلسلة الأحاديث الصحيحة کې: ۴/۵۴ په ، ۱۵۴۰كې حسن بللى دى.
۸۲- ((اللَّهُمَّ اقْسِمْ لَنَا مِنْ خَشْيَتِكَ مَا تَحُولُ بِهِ بَيْنَنَا وَبَيْنَ مَعَاصِيكَ، وَمِنْ طَاعَتِكَ مَا تُبَلِّغُنَا بِهِ جَنَّتَكَ، وَمِنَ الْيَقِينِ مَا تُهَوِّنُ بِهِ عَلَيْنَا مَصَائِبَ الدُّنْيَا، اللَّهُمَّ مَتِّعْنَا بِأَسْمَاعِنَا، وَأَبْصَارِنَا، وَقُوَّاتِنَا مَا أَحْيَيْتَنَا، وَاجْعَلْهُ الْوَارِثَ مِنَّا، وَاجْعَلْ ثَأْرَنَا عَلَى مَنْ ظَلَمَنَا، وَانْصُرْنَا عَلَى مَنْ عَادَانَا، وَلَا تَجْعَلْ مُصِيبَتَنَا فِي دِينِنَا، وَلَا تَجْعَلِ الدُّنْيَا أَكْبَرَ هَمِّنَا، وَلَا مَبْلَغَ عِلْمِنَا، وَلَا تُسَلِّطْ عَلَيْنَا مَنْ لَا يَرْحَمُنَا))[۴۵] . (یا الله! ستا له وېرې مونږ ته دومره (برخه) راکړې چې زمونږ او د ګناهونو ترمنځ لرې والی پرې راشي، او ستا له تابعدارۍ څخه دومره (برخه) راکړې چې ستا جنت ته مو پرې ورسوې، او له باور (یقین) څخه دومره راکړې چې د دنیا مصیبتونه راباندې اسان کړې، یا الله مونږ ته زمونږ په غوږونو، سترګو او ټولو قوتونو تر هغه وخته ګټه راورسوې چې ژوندي یو، او زمونږ انتقام (غچ) یوازې د هغه چا لپاره وګرځوې چې پر مونږ یې ظلم کړی، او مونږ پر هغه چا بریالي کړې چې پر مونږ یې تېری كړی او له مونږ سره یې دښمني کړې ده او زمونږ مصیبت زمونږ په دین کې مه ګرځوې، او دنیا زمونږ تر ټولو ستره موخه او فکر مه ګرځوه، همدا راز دنیا زمونږ د علم آخري حد مه ګرځوه، او پر مونږ داسې څوک مه حاکموه، چې پر مونږ رحم نه کوي). [۴۵] ترمذي په: ۳۵۰۲ او حاکم ۱/۵۲۸ صحیح ګڼلی او ذهبي ورسره موافق دی، او ابن سني په: ۴۴۶ شمیره، او الباني په صحيح ترمذي: ۳/۱۶۸، او صحیح الجامع ۱/۴۰۰ کې حسن بللی دی.
۸۳- ((اللَّهُمَّ إنِّي أَعوذُ بِكَ مِنَ الجُبْنِ، وَأعُوذُ بِكَ مِنَ البُخْلِ، وَأعُوذُ بِكَ مِنْ أنْ أُرَدَّ إِلَى أَرْذَلِ العُمُرِ، وَأعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدُّنْيَا وَعَذَابِ القَبْرِ))[۴۶]. (یا الله! زه له بزدلۍ څخه تا ته پناه دروړم، او تا ته له بخل څخه پناه دروړم، او پر تا پناه نیسم له دې چې بوډوالي (زوړوالي) ته ورسېږم، او د دنیا له فتنې او د قبر له عذاب څخه تا ته پناه دروړم). [۴۶] بخاري، په ۲۸۲۲ شميره روایت کړی .
۸۴- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي، وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي هَزْلِي، وَجِدِّي، وَخَطَئي، وَعَمْدِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي)) [۴۷]. (یا الله! ماته زما تېروتنې او زما ناپوهي وبخښه او په چارو کې بد خرچي کول راوبخښه، او په هغه څه کې چې ته پرې له ما ښه پوهېږې (د هغو بخښنه هم راته وکړه)، یا الله ما ته مې د ټوکو او ریښتیا ګناهونه وبخښه، او زما تېروتنې، او زما په لوی لاس ګناهونه وبخښه، چې دا ټول ګناهونه په ما کې شته دي). [۴۷] متفق عليه: بخاري، په: ۶۳۹۸، او مسلم، په: ۲۷۱۹ شمېرو روایت کړی.
۸۵- ((اللَّهُمَّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْمًا كَثِيرًا، وَلَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ. فَاغْفِرْ لِي مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِكَ، وَارْحَمْنِي إِنَّكَ أَنْتَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ)) [۴۸]. ( یا الله! ما پر خپل ځان ډېر ظلم کړی او له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی، نو ماته له خپل لوري بخښنه وکړه، او پر ما مهرباني وکړه، بېشکه یوازې ته بخښوونکی او رحم کوونکی یې). [۴۸] متفق عليه: بخاري په: ۸۳۴ او مسلم په: ۲۷۰۵ شمیره روایت کړی.
۸۶- ((اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِعِزَّتِكَ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ أَنْ تُضِلَّنِي، أَنْتَ الْحَيُّ الَّذِي لَا يَمُوتُ، وَالْجِنُّ وَالْإِنْسُ يَمُوتُونَ))[۴۹]. (یا الله! ما ستا حکم ته غاړه اېښې او پر تا مې ایمان راوړی او پر تا مې بروسه کړې، او تا ته راګرځېدلی یم، او ستا لپاره مې جګړه کړې، یا الله! زه ستا پر عزت او ځواک پناه غواړم، نشته په حقه معبود پرته له تا څخه، (پناه غواړم) له دې نه چې ته ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هیڅ نه مړ کېږي، او پېریان او انسانان مړه کېږي). [۴۹] متفق عليه: بخاري، په: ۶۳۹۸، او مسلم، په: ۲۷۱۹ شمېرو روایت کړی.
۸۷- ((اللَّهُمَّ إنَّا نَسْألُكَ مُوجِباتِ رَحْمَتِكَ، وَعَزائِمَ مَغْفِرَتِكَ، والسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إثمٍ، والغَنِيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، والفَوْزَ بالجَنَّةِ، والنَّجاةَ مِنَ النَّارِ))[۵۰]. (اې الله! موږ له تا څخه د هغه څه سوال کوو چې ستا د رحمت لامل ګرځي، ستا د بخښنې لاملونه ګرځي، او ستا څخه له هرې ګناه څخه د حفاظت، له هرې نیکۍ څخه د برخمن کېدو، او جنت ته د رسېدو او له دوزخ څخه د خلاصون سوال کوو). [۵۰] حاکم ۱/۵۲۵، رانقل کړی او صحیح یې ګڼلی او ذهبي ورسره موافق دی، البيهقي په الدعوات: ۲۰۶ کې رانقل کړی، او وګوره: الاذکار د نووي، ۳۴۰ مخ، او څېړونکي عبد القادر الأرنؤوط حسن بللی.
۸۸- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ))[۵۱]. (اې الله مومنو سړیو او مومنو ښځو ته بخښنه وکړې). [۵۱] د عباده رضي الله عنه څخه روايت دى وايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايلي یې دي: ((من استغفر للمؤمنين والمؤمنات كتب الله له بكل مؤمن ومؤمنة حسنة))، ((څوک چې د مومنانو سړیو او مومنانو ښځو لپاره استغفار وغواړي، الله به هغه ته د هر یو په بدل کې یوه نیکي ولیکي)) الطبرانی په الکبیر، ۵/ ۲۰۲، کې په شمېره ۵۰۹۲، او ۳/ ۳۳۴، او په ۲۱۵۵ شميره روایت کړی او الهیثمي په مجمع الزوائد، ۱۰/۲۱۰ کې د دې حدیث اسناد اثبات کړی او البانی په صحیح الجامع کې په: ۵۹۰۲، ۵/۲۴۲ شمیره دغه حدیث حسن بللی دی.
۸۹- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي، وَوَسِّعْ لِي فِي دَارِي، وَبَارِكْ لِي فِيمَا رَزَقْتَنِي))[۵۲]. (اې الله زما ګناهونه وبخښه، زما لپاره زما کور پراخه کړه، او په هغه څه کې چې تا ماته دې راکړي دي برکت راکړه). [۵۲] أحمد په: ۱۶۵۹۹، او : ۲۳۱۱۴، او: ۲۳۱۸۸ روایت کړی. او ترمذي په: ۳۵۰۰ شمیره روایت کړی او د سند څېړونکو ویلي چې: ۲۷/ ۱۴۴، او په: ۳۸/ ۱۹۷ کې، او په: ۳۸/ ۱۴۵شمیره کې: ((حسن لغيره)) دی.
۹۰- ((اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُك مِنْ فَضْلِكَ وَرَحْمَتِكَ؛ فَإِنَّهُ لاَ يَمْلِكُهَا إِلاَّ أَنْتَ))[۵۳]. (اې الله، زه ستا د فضل او رحمت غوښتنه کوم. ځکه د دې ملکیت یوازې تاسو سره دی). طبراني روایت کړی. او هيثمي في مجمع الزوائد کې، ۱۰/۱۵۹: (( د دې حدیث راویان د صحیح راویان دي پرته له محمد بن زياد څخه او هغه ثقه دی))، او الباني په صحيح الجامع کې په ۱/۴۰۴ په: ۱۲۷۸شمېره صحیح ګڼلی دی.
۹۱- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الهَرَمِ، وَالتَّرَدِّي، وَالْهَدْمِ، وَالْغَمِّ، وَالْغَرَقِ، وَالْحَرَقِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ يَتَخَبَّطَنِيَ الشَّيْطَانُ عِنْدَ الْمَوْتِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ فِي سَبِيلِكَ مُدْبِرًا، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ لَدِيغًا))[۵۴] . (اې الله زه پر تا پناه نیسم له زوړوالي، پرېوتلو (غورځېدلو)، ورانتیا، غم، ډوبېدلو او سوځېدلو څخه، او زه تاته پناه دروړم له دې نه چې د مرګ په وخت کې شیطان ما وغولوي، او زه تاته پناه دروړم له دې چې ستا په لار کې د فرار په حال کې مړ شم، او زه تا ته پناه دروړم له دې چې زه چېچلی مړ شم). [۵۴] ابو داود، په ۱۵۵۲ شمېره ، او نسائي، په ۵۵۳۱ شمېره ، او ۵۵۳۲ شمېرې روایت کړی، او الباني په صحيح نسائي کې ۳/۱۱۲۳، کې او صحيح سنن ابي داود کې: ۱/ ۴۲۵ کې صحیح ګڼلی دی.
۹۲- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُوعِ؛ فَإِنَّهُ بِئْسَ الضَّجِيعُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْخِيَانَةِ؛ فَإِنَّهَا بِئْسَتِ الْبِطَانَةُ))[۵۵]. (اې الله زه پر تا له لوږې پناه غواړم ځکه چې لوږه ډېر بد د خوب ملګری دی، او زه پر تا له خیانت کولو څخه پناه نیسم ځکه یقینا خیانت ډیر بد داخلي راز دی). [۵۵] ابو داود، په ۱۵۴۷ شمېره، او نسائي په ۵۴۸۳ شمېره روایت کړي، او الباني په صحيح النسائي، ۳/۱۱۱۲ کې حسن بللی دی.
۹۳- ((اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بِكَ مِنَ العَجْزِ، والكَسَلِ، والجُبْنِ، والبُخْلِ، والهَرَمِ، والقَسْوَةِ، والغَفْلَةِ، والعَيْلَةِ، والذِّلَّةِ، والمَسْكَنَةِ، وأعُوذُ بِكَ مِنَ الفَقْرِ، والكُفْرِ، والفُسُوقِ، والشِّقاقِ، والنِّفاقِ، والسُّمْعَةِ، والرِّياءِ، وأعُوذُ بِكَ مِنَ الصَّمَمِ، والبَكَمِ، والجُنُونِ، والجُذامِ، والبَرَصِ، وَسَيِّىءِ الأَسْقامِ))[107]. (اې الله زه تا ته له ناتوانۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، بوډاتوب، ظلم، غفلت، نادارۍ، ذلت او غریبۍ پناه غواړم او پناه نیسم پر تا له فقر، کفر، فسق، تقسیم او ټوټې کېدلو، نفاق، شهرت او ریاکارۍ څخه پناه غواړم، او زه تا ته له کوڼتوب، ګونګیتوب، لېونتوب، جذام، پیس، او بدو ناروغیو څخه پناه دروړم). [۵۴] نسائي، په ۵۴۹۳ شمېره، او حاكم په ۱/ ۵۳۰ روایت کړی دی، او الباني په صحيح الجامع کې صحیح ګڼلی ، ۱/۴۰۶، او إرواء الغليل کې یې په ۸۵۲ شمیره صحیح بللی دی.
۹۴- ((اللّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفَقْرِ، وَالْقِلَّةِ، وَالذِّلَّةِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ أَنْ أَظْلِمَ أو أُظْلَمَ))[۵۷]. ((اې الله زه پر تا له فقر، کمښت او ذلت نه پناه غواړم، او تا ته له دې پناه دروړم چې پر چا باندې ظلم وکړم او یا ما باندې ظلم وشي)). [۵۷] ابو داود، په شمېره ۱۵۴۴، او نسائي، په شمېره ۵۴۷۵ روایت کړی دی، او الباني په صحيح النسائي، ۳/۱۱۱۱، او صحيح الجامع، ۱/۴۰۷ کې صحیح بللی دی، او هغه څه چې په دوو قوسونو کې دي د ابن حبان په نزد (موارد) کې دي، او الباني په صحيح موارد الظمآن، ۲/ ۴۵۵ کې صحیح بللی دی.
۹۵- ((اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ جَارِ السُّوءِ فِي دَارِ الْمُقَامَةِ؛ فَإِنَّ جَارَ الْبَادِيَةِ يَتَحَوَّلُ))[۵۸]. (اې الله زه تا ته د استوګنې په ځای کې له بد ګاونډي څخه پناه غواړم، ځکه د صحرا ګاونډی بدلیږي). [۵۸] بخاري په الأدب المفرد کې په ۱۱۷ شمیره، او حاكم په ۱/۵۳۲ شمیره روایت کړي، او ذهبي صحیح بللی او توافق یی ورسره کړی، او نسائي، په ۵۵۱۷ شمیره روایت کړی، الباني په صحيح الجامع، ۱/۴۰۸ کې، او صحيح النسائي، ۳/۱۱۱۸ کې صحیح بللی دی.
۹۶- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ قَلْبٍ لاَ يَخْشَعُ، ومِنْ َدُعَاءٍ لاَ يُسْمَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لاَ تَشْبَعُ، وَمِنْ عِلْمٍ لاَ يَنْفَعُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ هُؤُلاَءِ الأَرْبَعِ))[۵۹]. (اې الله زه پرتا له داسې زړه نه چې عاجزي نه کوي، له داسې دعا څخه چې نه اورېدل کیږي او له داسې نفس څخه چې نه مړیږي، او له داسې علم څخه چې ګټور نه وي پناه غواړم، زه له دې څلورو شیانو څخه تا ته پناه دروړم). [۵۹] ترمذي، په: ۳۴۸۲، او ابو داود، په: ۱۵۴۹ شمېره روایت کړی دی، او علامة الباني په صحيح الجامع، ۱۲۹۵ شمېره، او صحيح النسائي، ۳/۱۱۱۳ شمیره صحیح بللی دی.
۹۷- ((اللَّهُمَّ إنّي أعُوذُ بِكَ مِنْ يَوْمِ السُّوءِ، وَمِنْ لَيْلَةِ السُّوءِ، وَمِنْ سَاعَةِ السُّوءِ، وَمِنْ صَاحِبِ السُّوءِ، وَمِنْ جَارِ السُّوءِ في دَارِ الْمُقامَةِ))[۶۰]. (اې الله زه تاته له بدې ورځې -، بدې شپې، بد ساعت، بد ملګري، او بد ګاونډي څخه د استوګنې په کور کې - پناه دروړم). [۶۰] طبراني روایت کړی، او هيثمي په الزوائد، ۱۰/۱۴۴ کې ویلي دي چې ((راویان یې د صحیح راویان دي)). او الباني په صحيح الجامع، ۱/۴۱۱، کې په ۱۲۹۰ شمېره صحیح بللی دی.
۹۸- ((اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَأَسْتَجِيْرُ بِكَ مِنَ النَّارِ)) (ثَلاَثَ مَرَّاتٍ)[۶۱]. (اې الله زه له تا څخه د جنت غوښتنه کوم او له دوزخ څخه تا ته پناه دروړم). (درې ځلې). [۶۱] ترمذي، په ۲۵۷۲ شمیره، او ابن ماجه، په ۳۳۴۰ شمېره، او نسائي، په ۵۵۳۶ شمېره روایت کړی دی، او الباني په صحيح الترمذي کې په ۲/۳۱۹، او صحيح النسائي، ۳/۱۱۲۱ کې صحیح بللی دی، او د هغه الفاظ داسې دي: ((من سأل الله الجنة ثلاث مرات قالت الجنة: اللهمّ أدخله الجنة ومن استجار من النار ثلاث مرات قالت النار: اللهمّ أجره من النار)). ((چا چې له الله څخه درې ځلې د جنت غوښتنه وکړه، جنت ووایي: اې الله! هغه جنت ته داخل کړه، او چا چې له اور څخه درې ځلې پناه وغوښته، اور ووایي: اې الله له اور څخه پناه ورکړه)).
۹۹- ((اللَّهُمَّ فَقِّهْنِي فِي الدِّينِ))[۶۲]. (اې الله ما ته په دین کې پوهه راکړې). د بخاري او مسلم روایت پرې دلالت کوي چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ابن عباس رضي لله عنهما ته دعا کړې ده، بخاري، په ۱۴۳ شمیره، او مسلم، په ۲۴۷۷ شمیره روایت کړی دی.
۱۰۰- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لاَ أَعْلَمُ))[۶۳]. (اې الله زه تاته پناه دروړم چې له تا سره څه شی شریک کړم په داسې حال كې چې زه پوهېږم، او له تا څخه بخښنه غواړم له هغه څه څخه چې نه پوهېږم). [۶۳] احمد، ۴/۴۰۳، او ابن ابي شيبة، ۱۰/ ۳۳۷، او طبراني په المعجم الأوسط، ۴/ ۲۸۴ کې روایت کړی، او الباني په صحيح الترغيب والترهيب، ۱/۱۹ کې حسن بللی دی.
101- ((اللَّهُمَّ انْفَعْنِي بِمَا عَلَّمْتَنِي، وَعَلِّمْنِي مَا يَنْفَعُنِي، وَزِدْنِي عِلْمًا))[۶۴]. (اې الله ماته په هغه څه ګټه راورسوه چې تا ما ته را زده کړي دي، او ماته پوهه راکړه په هغه څه چې ما ته ګټه رسوي، او زما علم زیات کړه). [۶۴] ترمذي، په شمېره ۳۵۹۹، او ابن ماجه، په شمېره ۲۵۹ روایت کړی دی، او الباني په صحيح ابن ماجه، ۱/۴۷ کې صحیح بللی دی.
۱۰۲- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا، وَرِزْقًا طَيِّبًا، وَعَمَلًا مُتَقَبَّلًا))[۶۵]. (اې الله زه له تا څخه د ګټور علم، پاکیزه روزۍ، او قبول شوي عمل سوال کوم). [۶۵] ابن ماجه، په ۹۲۵ شمېره، او نسائي په عمل اليوم والليلة کې، په ۱۰۲ شمېره، او احمد، ۶/ ۲۹۴، او ۳۰۵ روایت کړی دی، او الباني په صحيح ابن ماجه، ۱/۱۵۲ کې صحیح بللی دی.
۱۰۳- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ يَا أَللَّهُ بِأَنَّكَ الْوَاحِدُ الْأَحَدُ، الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ، أَنْ تَغْفِرَ لِي ذُنُوبِي، إِنَّكَ أَنْتَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ))[۶۶]. (اې الله! زه ستا څخه سوال کوم، ځکه بېشکه ته یوازې (واحد) او بې نیازه یې، هغه ذات یې چې نه ترې څوک پیدا شوی او نه له چا څخه پیداشوی دی، او هیڅ د ده بېلګه او سیال نه شته، نو ماته زما د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته بخښونکی مهربان ذات یې). [۶۶] نسائي په ۱۳۰۰ شمېره، او لفظ د هغه دی، او نسائي په الكبرى کې، په ۷۶۶۵ شمیره، او ابو داود، په ۹۸۵ شمیره روایت کړی دی، او الباني په صحيح سنن النسائي، ۱/ ۱۴۷ کې صحیح بللی دی.
۱۰۴- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّ لَكَ الْحَمْدَ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ [وَحْدَكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ] الْمَنَّانُ [يَا] بَدِيعَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، يَا ذَا الْجَلالِ وَالإِكْرَامِ، يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ، إِنِّي أَسْأَلُكَ [الْجَنَّةَ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ]))[۶۷]. (اې الله زه له تا څخه سوال کوم، ځکه ستاینه خاص تا لره ده، له تا پرته بل حق معبود نشته [ته یوازي یې شریک نه لرې] احسان کوونکی یې [ اې] د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی او نوښتګر ذاته، اې د عظمت او عزت خاونده، اې ژوندی او باقي ذاته، زه له تا څخه د جنت سوال کوم او له جهنم څخه تا ته پناه دروړم). [۶۷] ابو داود، په ۱۴۹۵ شمېره، او ابن ماجه، په ۳۸۵۸ شمېره، او نسائي، په ۱۲۹۹ شمېره، او ترمذي، په ۳۵۴۴ شمېره کې روایت کړی او الباني په صحيح النسائي ۱/۲۷۹ او په صحيح ابن ماجه، ۲/ ۳۲۹ کې صحیح بللی دی.
۱۰۵- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنِّي أَشْهَدُ أَنَّكَ أَنْتَ اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، الأَحَدُ، الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ، وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ))[۶۸]. (اې الله! زه له تاسو څخه سوال کوم، بېشکه ته یوازې (واحد) او بې نیازه یې، هغه ذات یې چې نه ترې څوک پیدا شوی او نه دی له چا پیدا شوی او هیڅ د ده بېلګه او سیال نه شته). [۶۸] ابو داود، په ۹۸۵ شمېره ، او ترمذي، په ۳۴۷۵ شمېره ، او ابن ماجه، په ۳۸۵۷ شمېره ، او أحمد ۵/۳۶۰ روایت کړی دی، او الباني په صحيح سنن الترمذي، ۳/۱۶۳ کې صحیح بللی دی.
۱۰۶- ((رَبِّ اغْفِرْ لِي، وَتُبْ عَلَيَّ، إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الْغَفُورُ))[۶۹]. (اې ربه، ما ته بخښنه وکړه، او زما توبه قبوله کړه، ځکه ته ډیر بخښونکی یې). [۶۹] ابو داود، په شمېره ۱۵۱۸، او ترمذي، په شمېره ۳۴۳۴، او لفظ د هغه دی، او نسائي په الكبرى کې په شمېره ۱۰۲۹۲، او ابن ماجه، په شمېره ۳۸۱۴ کې روایت کړی دی، او الباني په صحيح ابن ماجه کې، ۲/۳۲۱، او په صحيح الترمذي، ۳/۱۵۳ کې صحیح بللی دی.
۱۰۷- ((اللَّهُمَّ بِعِلْمِكَ الْغَيْبَ، وَقُدْرَتِكَ عَلَى الْخَلْقِ، أَحْيِنِي مَا عَلِمْتَ الْحَيَاةَ خَيْرًا لِي، وَتَوَفَّنِي إِذَا عَلِمْتَ الْوَفَاةَ خَيْرًا لِي، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَشْيَتَكَ فِي الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ، وَأَسْأَلُكَ كَلِمَةَ الْحَقِّ فِي الرِّضَا وَالْغَضَبِ، وَأَسْأَلُكَ الْقَصْدَ فِي الْغِنَى وَالْفَقْرِ، وَأَسْأَلُكَ نَعِيمَاً لاَ يَنْفَدُ، وأَسْأَلُكَ قُرَّةَ عَيْنٍ لاَ تَنْقَطِعْ، وَأَسْأَلُكَ الرِّضَا بَعَدَ الْقَضَاءِ، وَأَسْأَلُكَ بَرْدَ الْعَيْشِ بَعْدَ الْمَوْتِ، وَأَسْأْلُكَ لَذَّةَ النَّظَرِ إلَى وَجْهِكَ، وَالشَّوْقَ إِلَى لِقَائِكَ، فِي غَيْرِ ضَرَّاءَ مُضِرَّةٍ، وَلاَ فِتْنَةٍ مُضِلَّةٍ، اللَّهُمَّ زَيِّنَّا بِزِينَةِ الإِيمَانِ، وَاجْعَلْنَا هُدَاةً مُهْتَدِينَ))[۷۰]. (یا الله، ستا د غیبو په علم او پر مخلوق ستا له ځواکمنۍ، ما ژوندی وساته تر هغه چې ته پوهېږې چې ژوند زما لپاره غوره دی، او ما وفات کړه کله چې ته پوهېږې چې مړه کېدل زما لپاره غوره دي، ای الله زه له تا څخه په غیب او حضور کې د ویرې درلودلو سوال کوم او زه له تا څخه د خوښۍ او غصې په وخت کې د حق وینا کولو توفیق غواړم، او تا ته د شتمنۍ او فقر په وخت کې د رجوع کولو سوال کوم، او له تا څخه د نعمتونو د نه ختمېدلو غوښتنه کوم، او ستا څخه د سترګو د یخوالي نه قطع کېدو سوال کوم، او ستا څخه له قضا وروسته د رضامندۍ سوال کوم، او ستا څخه د مرګ نه وروسته د خوشحاله او راحت ژوند غوښتنه کوم، او ستا عزتمند مخ ته د کتلو د خوند اخیستلو او ستا سره د ملاقات غوښتنه کوم، پرته له زیان رسوونکي کړاوونو او نه هم ګمراه کوونکې فتنې څخه، اې الله مونږ ته په ایمان سره زینت راکړه، او موږ هدایت کوونکي او له هدایت شوو څخه وګرځوه). [۷۰] نسائي، په ۱۳۰۵ او احمد، ۴/۲۶۴ شمېره روایت کړی، او الباني په صحيح النسائي، ۱/۲۸۰، او۱/ ۲۸۱ کې صحیح کړی دی.
۱۰۸- ((اللَّهُمَّ ارزُقني حُبَّكَ، وحُبَّ مَنْ يَنْفَعُني حُبُّهُ عندَك، اللَّهُمَّ مَا رَزَقْتَني مِمَّا أُحِبُّ فَاجْعَلْهُ قُوَّةً لِي فِيمَا تُحِبُّ، اللَّهُمَ مَا زَوَيْتَ عَنِّي مِمَّا أُحِبُّ فَاجْعَلْهُ فَرَاغاً لِي فِيمَا تُحِبُّ))[۷۱]. (اې الله ما ته خپله مینه راوبخښه او د هغه چا او څیز مینه راوبخښه چې د هغه مینه ستا په نیز ما ته ګټه رسوي، اې الله هغه څه چې زه یې خوښوم او تا ما ته راکړي دي نو هغه زما لپاره په هغه څیز کې ځواک وګرځوه چې ته یې خوښوې، اې الله هغه څه چې تا له ما څخه لرې کړي دي او زه یې خوښوم، هغه زما لپاره د هغه څه پر ځای وګرځوه چې ته یې خوښوې). [۷۱] ترمذي، په:۳۴۹۱ شمیره روایت کړی او حسن یې بللی او شيخ عبد القادر الأرنؤوط ویلي: ((دا هغه څه دي لکه څنګه چې هغه ویلي دي)). د هغه تحقیق په جامع الأصول، ۴/۳۴۱ کې و ګوره.
۱۰۹- ((اللَّهُمَّ طَهِّرْنِي مِنَ الذُّنُوبِ وَالْخَطَايَا، اللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنْهَا كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنْ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ طَهِّرْنِي بِالثَّلْجِ وَالْبَرَدِ وَالْمَاءِ الْبَارِدِ))[۷۲]. (اې الله ما له ګناهونو او خطاګانو څخه پاک کړه، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینې جامې چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما په واورې، ګلۍ او یخو اوبو پاک کړه). [۷۲] مسلم، په شمېره ۴۷۶، او نسائي، په شمېره ۴۰۰ روایت کړی دی.
۱۱۰- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبُخْلِ، وَالْجُبْنِ، وَسُوءِ الْعُمُرِ، وَفِتْنَةِ الصَّدْرِ، وَعَذَابِ الْقَبْرِ))[۷۳]. (اې الله زه په تا پناه غواړم له بخل، بزدلۍ، بد ژوند، د سینې له فتنې او د قبر له عذاب څخه). [۷۳] نسائي، په شمېره ۵۴۶۹، او د هغه الفاظ داسې دي: ((كان النبي -صلى الله عليه وسلم- يتعوذ من خمس: من البخل، والجبن، وسوء العمر، وفتنة الصدر، وعذاب القبر))، ((نبي -صلى الله عليه وسلم- به له پنځو شیانو څخه پناه غوښته: بخل، بزدلي، بد ژوند، د سینې له فتنې او د قبر له عذاب څخه)، ابو داود، په شمېره ۱۵۳۹ روایت کړی. او الأرنؤوط هغه په خپل تخریج کې په جامع الأصول، ۴/۳۶۳ کې حسن بللی دی.
۱۱۱- ((اللَّهُمَّ رَبَّ جِبْرَائِيلَ، وَمِيكَائِيلَ، وَرَبَّ إِسْرَافِيلَ، أَعُوذُ بِكَ مِنَ حَرِّ النَّارِ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ))[۷۴]. (اې د جبرائیل او میکائیل ربه، او د اسرافیل ربه، زه تا ته د اور له ګرمۍ، او د قبر له عذابه پناه دروړم). [۷۴] نسائي، په شمېره ۱۳۴۴، او احمد، ۶/ ۶۱، او بيهقي په الدعوات، شمېره ۱۰۹ کې روایت کړي دي، او الباني په صحيح النسائي، ۳/۱۱۲۱، او سلسلة الأحاديث الصحيحة، شمېره ۱۵۴۴ کې صحیح بللی دی.
۱۱۲- ((اللَّهُمَّ أَلْهِمْنِي رُشْدِي، وَأَعِذْنِي مِنْ شَرِّ نَفْسِي))[۷۵]. (اې الله ما ته خپل رشد او عقل را کړه، او د نفس له شر څخه ما وساته). [۷۵] ترمذي روایت کړی او الفاظ د همده دي، ۵/ ۵۱۹، شمیره: ۳۴۸۳، او د همدې په څېر احمد هم روایت کړی: ۳۳/ ۱۹۷، شمیره: ۱۹۹۹۲، او حاکم، ۱/ ۵۱۰، هم همداسې، او صحیح یې ګڼلی، او ذهبي ورسره موافقه کړې، او د احمد د حدیث په اړه څېړونکو ویلي: ۳۳/ ۱۹۷: (( إسناد یې صحيح دي او د شیخینو په شرط برابر دی))، او د ترمذی الفاظ چې دي ، نو الباني په ضغیف الترمذی کې ضعیف کړي دي. ۳۹۷مخ.
۱۱۳- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لاَ يَنْفَعُ))[۷۶]. (اې الله زه له تا څخه د ګټور علم سوال کوم، او له هغه علم څخه پر تا پناه نیسم چې ګټه نه رسوي). [۷۶] نسائي په الكبرى کې ، په ۷۸۶۷ شمیره، او ابن ماجه، په ۳۸۴۳ شمیره روایت کړی دی، او الباني په صحيح سنن ابن ماجه، ۲/۳۲۷ کې حسن ګڼلی دی، او د هغه لفظ دی: ((سلوا الله علماً نافعاً، وتعوذوا بالله من علم لا ينفع)). (( له الله څخه د ګټور علم غوښتنه وکړئ، او له هغه ډول علم څخه چې ګټه نه رسوي په الله پناه وغواړئ)).
۱۱۴- ((اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمَوَاتِ [السَّبْعِ] وَرَبَّ الْأَرْضِ، وَرَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلِّ شَيْءٍ، فَالِقَ الْحَبِّ وَالنَّوَى، وَمُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْفُرْقَانِ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ، اللَّهُمَّ أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ، اقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ وَأَغْنِنَا مِنَ الْفَقْرِ))[۷۷]. (اې د (اوو) آسمانونو، ځمکې او د لوی عرش ربه! زمونږ او د هر شي ربه، د دانې او زړې چوونکیه، د تورات، انجیل او فرقان نازلوونکیه، پناه دروړم تاته د هر هغه شي له شر نه چې ته یې له تندي څخه نیوونکی یې، یا الله تعالی! ته اول یې له تا څخه مخکې څه نشته، او ته آخر یې له تا څخه وروسته څه نشته، او ته لوړ یې له تا څخه پورته څوک نشته، او ته (د ذات په لحاظ) پټ یې له تا څخه بل څوک پټ نشته؛ زمونږ څخه پور پرې کړه، او مونږ له غریبۍ څخه شتمن کړه). [۷۷] مسلم، په ۲۷۱۳ شمېرې له ابو هريرة -رضي الله عنه- څخه روایت کړی دی.
۱۱۵- ((اللَّهُمَّ أَلِّفْ بَيْنَ قُلُوبِنَا، وَأَصْلِحْ ذَاتَ بَيْنِنَا، وَاهْدِنَا سُبُلَ السَّلَامِ، وَنَجِّنَا مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ، وَجَنِّبْنَا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ، وَبَارِكْ لَنَا فِي أَسْمَاعِنَا، وَأَبْصَارِنَا، وَقُلُوبِنَا، وَأَزْوَاجِنَا، وَذُرِّيَّاتِنَا، وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ، وَاجْعَلْنَا شَاكِرِينَ لِنِعَمِكَ مُثْنِينَ بِهَا عَلَيْكَ، قَابِلِينَ لَهَا، وَأَتِمِمْهَا عَلَيْنَا))[۷۸]. (اې الله زموږ زړونه پخلا کړه، زموږ تر منځ سوله وکړه، موږ ته د سولې لار هواره کړه، او موږ له تیارو څخه رڼا خوا ته وژغوره، او موږ له ظاهري او باطني بدو کارونو څخه وژغوره، زموږ په غوږونو، زموږ په سترګو، زموږ په زړونو او زموږ په خاوندانو او ميرمنو، او زموږ په اولادونو کې برکت واچوه، او زموږ توبه قبوله کړه ځکه ته د توبې قبلوونکی او مهربان یې، او مونږ ستا پر نعمت له شکر کوونکو څخه وګرځوه چې هغه باندې ستا ستاینه وکړو، او موږ د هغه جوګه وګرځوه، او پر مونږ یې بشپړ کړه). ابو داود، په ۹۶۹ شمیره، او حاکم په ۱/ ۲۶۵ روایت کړی او لفظ د همده دی، او ویلي یې دي: ((صحيح دی د مسلم په شرط برابر دی))، او ذهبي ورسره موافقه کړې، ۱/۲۶، او الباني په صحيح الأدب المفرد، شمېره ۶۳۰ کې صحیح بللی دی.
۱۱۶- ((اللهمّ إني أسألك خير المسألة، وخير الدعاء، وخير النجاح، وخير العمل، وخير الثواب، وخير الحياة، وخير الممات، وثبّتني، وثقّل موازيني، وحقّق إيماني، وارفع درجاتي"، وَتَقَبَّلْ صَلاَتِي، وَاغْفِرْ خَطِيئَتِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ العُلاَ مِنَ الْجَنَّةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ فَوَاتِحَ الْخَيْرِ، وَخَوَاتِمَهُ، وَجَوَامِعَهُ، وَأَوَّلَهُ، وَظَاهِرَهُ، وَبَاطِنَهُ، وَالدَّرَجَاتِ الْعُلَا مِنَ الْجَنَّةِ آمِينْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا آتِي، وَخَيْرَ مَا أَفْعَلُ، وَخَيْرَ مَا أَعْمَلُ، وَخَيْرَ مَا بَطَنَ، وَخَيْرَ مَا ظَهَرَ، وَالدَّرَجَاتِ العُلَا مِنَ الْجَنَّةِ آمِينْ، اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ أنْ تَرْفَعَ ذِكْرِي، وَتَضَعَ وِزْرِي، وَتُصْلِحَ أمْرِي، وَتُطَهِّرَ قَلْبِي، وَتُحَصِّنَ فَرْجِي، وَتُنَوِّرَ قَلْبِي، وَتَغْفِرَ لِي ذَنْبِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ الْعُلَا مِنَ الْجَنَّةِ آمِينْ، اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ أنْ تُبَارِكَ فِي نَفْسِي، وَفِي سَمْعِي، وَفِي بَصَرِي، وَفِي رُوحِي، وَفِي خَلْقِي، وَفِي خُلُقِي، وَفِي أَهْلِي، وَفِي مَحْيَايَ، وَفِي مَمَاتِي، وَفِي عَمَلِي، فَتَقَبَّلْ حَسَنَاتِي، وَأَسْأَلُكَ الدَّرَجَاتِ العُلَا مِنَ الْجَنَّةِ، آمِينْ))[۷۹]. (اې الله زه له تا څخه د غوره مسئلې، غوره دعا، غوره بریالیتوب، غوره عمل، غوره اجر، غوره ژوند او غوره مرګ غوښتنه کوم، او ما ثابت ولره، زما تله درنه کړه، او زما ایمان محقق وګرځوه، او زما مرتبې اوچتې کړه، او زما لمونځ (دعا) قبوله کړه، او زما ګناهونه معاف کړه، او ستا څخه د جنت د لوړو درجو غوښتنه کوم، اې الله زه له تا څخه د خېر پیل، او د خېر پای، او ټول خیر، د خیر پیل، د ظاهري او باطني خیر غوښتنه کوم، او د جنت لوړې درجې مې نصیب کړه، آمین، اې الله، زه له تا څخه د هغه څه چې پېښېږي خیر غواړم، او د هغه څه خیر چې زه یې کوم، او د هغه څه خیر چې زه یې ترسره کوم، او د هغه څه خیر چې پټ دي، او د هغه څه خیر چې ښکاره دي، او د جنت لوړې درجې غواړم، آمین. اې الله زه له تا څخه غواړم چې زما یاد لوړ کړې، زما تېروتنې لرې کړې، زما چارې سمې کړې، او زما زړه پاک کړې، زما د عفت ساتنه وکړې، زما زړه روښانه کړې، او زما ګناهونه معاف کړې، او زه له تا څخه د جنت د لوړې درجې غوښتنه کوم، آمین، اې الله زه له تا څخه غواړم چې زما په نفس، او زما په غوږ، زما په سترګه، زما په روح، زما په خلقت، زما په اخلاقو، زما په کورنۍ، زما په ژوند، زما په مرګ او زما په کار کې برکت واچوه، او زما نیک عملونه قبول کړه، او زه له تا څخه د جنت لوړې درجې غواړم، آمین). [۷۷] حاكم له ام سلمة څخه په مرفوع ډول روایت کړی، ۱/ ۵۲۰، ذهبي صحیح کړی او موافقه یې ورسره کړې، ۱/۵۲۰، او بيهقي په الدعوات، شمېره ۲۲۵، او طبراني په الكبير، ۲۳/ ۳۲۶، شمېره ۷۱۷ کې.
۱۱۷- ((اللَّهُمَّ جَنِّبْنِي مُنْكَرَاتِ اَلْأَخْلَاقِ، وَالْأَهْوَاءِ، وَالْأَعْمَالِ، وَالْأَدْوَاءِ))[۸۰]. (اې الله ما د بدو اخلاقو، خواهشاتو، کړنو او ناروغیو څخه وساته). [۸۰] حاكم، ۱/ ۵۲۳ کې روایت کړی، او ویلي یې دي: ((د مسلم په شرط صحیح دی))، او ذهبي ورسره موافقه کړې، ۱/۵۳۲، او طبراني په المعجم الكبير کې، ۱۹/ ۱۹ شمېرې سره په ۳۶ شمیره روایت کړی، او الباني په ظلال الجنة، شمېره ۱۳ کې صحیح بللی.
۱۱۸- ((اللَّهُمَ قَنِّعْنِي بِمَا رَزَقْتَنِي، وَبَارِكْ لي فِيهِ، وَاخْلُفْ عَلَيَّ كُلَّ غَائِبَةٍ لِي بِخَيْرٍ))[۸۱].(اې الله ما په هغه رزق راضي کړه چې تا ماته راکړی، او په هغه کې برکت واچوه، او هغه څه چې ما له لاسه ورکړي ښه عوض او بدل راکړه). [۸۱] حاكم، ۱/ ۵۳۲ کې روایت کړی، او ذهبي صحیح بللی او توافق یې ورسره کړی، ۱/۵۱۰، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه، او بيهقي په الآداب، شمېره ۱۰۸۴، او په الدعوات الكبير، ۲۱۱، او حافظ ابن حجر په الفتوحات الربانية، ۴/ ۳۸۳ کې حسن بللی.
۱۱۹- ((اللَّهُمَّ حَاسِبْنِي حِسَابَاً يَسِيرَاً))[۸۲]. (اې الله زما سره اسانه حساب وکړه). [۸۲] احمد، ۶/۴۸ او الحاکم ۱/۲۵۵ کې روايت كړي او ويلي يې دي: ((صحيح دی د مسلم په شرط )) او الذهبي ۱/۲۵۵ له هغه سره موافق دى، عائشې رضي الله عنها وايي: کله چې هغه ولاړ ما وویل: اې د الله رسوله، اسانه حساب څه دی؟ هغه وفرمایل: (( چې د هغه عمل نامې ته وکتل شي او له هغه څخه سترګې پټې کړي، ځکه له چا سره چې په دې ورځ حساب وشو اې عایشې، هغه به هلاک شي، او هر هغه څه چې مؤمن ته رسیږي، الله تعالی به یې د هغه لپاره کفاره وګرځوي تر دې که یو اغزی هم وي)). او علامه الباني په مشكاة المصابيح كې د دې په باره كې ويلي دي: ((اسناد یې جید دی)).
۱۲۰- ((اللَّهُمَّ أعِنَّا عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ))[۸۳]. (یا الله! له مونږ سره ستا د ذکر او شکر ادا کولو او ښایسته بندګي کولو کې مرسته وکړه). [۸۳] احمد ۲/ ۲۹۹ او الحاکم ۱/۴۹۹ کې روایت کړی، او امام ذهبي له ده سره موافق دی، او دا هغه څه دي چې هغو دواړو ویلي، او دا د ابو داود په شمېره ۱۵۲۴، او النسائي په الکبری کې په ۹۹۷۳ شمېرې صحیح ګڼلی، او الباني په صحيح الادب المفرد کې په ۵۳۴ شمیره صحیح بللی.
۱۲۱- ((اللَّهُمّ إِنِّي أَسْأَلُكَ إِيمَانًا لاَ يَرْتَدُّ، وَنَعِيمًا لاَ يَنْفَدُ، وَمُرَافَقَةَ مُحَمَّدٍ -صلى الله عليه وسلم- فِي أَعْلَى جَنَّةِ الْخُلْدِ))[۸۴]. (اي الله زه له تا څخه د هغه ایمان غوښتنه کوم چې شاته نه راګرځي، او هغه نعمتونه چې نه ختمېږي، او په ابدي او لوړ جنت کې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرتیا). [۸۴] ابن حبان روایت کړی (موارد)، ۶۰۴ مخ، ۲۴۳۶ شمېره، له ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه په موقوف ډول، او احمد له بلې لارې روایت کړی، ۱/۳۸۶، ۴۰۰، او نسائي په عمل اليوم والليلة، شمېره ۸۶۹ کې روایت کړی، او الباني په السلسلة الصحيحة، شمېره ۲۳۰۱ کې صحیح بللی.
۱۲۲- ((اللَّهُمَّ قِنِي شَرَّ نَفْسِي، وَاعْزِمْ لِي عَلَى أَرْشَدِ أَمْرِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا أَسْرَرْتُ، وَمَا أَعْلَنْتُ، وَمَا أَخْطَأْتُ، وَمَا عَمَدْتُ، وَمَا عَلِمْتُ، وَمَا جَهِلْتُ))[۸۵]. (اې الله ما د خپل نفس له شر څخه وساته، او زما لپاره په معقول او غوره کار کې عزیمت راکړه، اې الله ما ته بخښنه وکړه هغه څه چې ما په پټه ترسره کړي، او څه چې ما په ښکاره سره کړي، او څه چې ما په خطا سره کړي، او هغه څه چې ما قصدا کړي دي، او هغه څه چې ما پوهې سره کړي، او څه چې ما په ناپوهۍ سره کړي دي). [۸۴] نسائي په الکبری ۶/ ۲۴۶، شمېره ۱۰۸۳۰، او الحاکم ۱/۵۱۰ کې روایت کړی دی، او الذهبي صحیح بللی او له هغه سره یې موافقه کړې ده، او احمد، ۴/۴۴۴ کې روایت کړی، او په المسند المحقق کې ، ۳۳/۱۹۷، په شمېره ۱۹۹۹۲، او حافظ په الاصابه کې ويلي دي: ((اسناد یې صحیح دی))، او الباني په تخریج ریاض الصالحین کې د ۱۴۹۵ حدیث په تعلیق کې صحيح بللى دى.
۱۲۳- ((اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الأعْدَاءِ))[۸۶]. (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم). [۸۶] نسائي، په ۵۴۷۵ شمېره، او احمد په ۲/ ۱۷۳ روایت کړی دی، او الباني په صحيح نسائي، ۳/۱۱۱۳ کې صحیح بللی دی.
۱۲۴- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، وَاهْدِنِي، وَارْزُقْنِي، وَعَافِنِي، أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ ضِيقِ الْمَقَامِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ))[۸۷]. (اې الله ما ته بخښنه وکړه، ما ته هدایت وکړه، ماته رزق راکړه، ما ته صحت راکړه، زه د قیامت په ورځ د ولاړیدو له سختۍ څخه په الله تعالی پناه غواړم). [۸۷] نسائي، په شمېره ۱۶۱۷، او ابن ماجه، په شمېره ۱۳۵۶روایت کړی دی، او الباني په صحيح سنن النسائي، ۱/۳۵۶، او په صحيح ابن ماجه، ۱/۲۲۶ کې صحیح بللی دی.
۱۲۵- ((اللَّهُمَّ مَتِّعْنِي بِسَمْعِي، وَبَصَرِي، وَاجْعَلْهُمَا الْوَارِثَ مِنِّي، وَانْصُرْنِي عَلَى مَنْ يَظْلِمُنِي، وَخُذْ مِنْهُ بِثَأْرِي)) [۸۸]. (اې الله زما غوږ او سترګه باندې ما ته ګټه راکړه، او دغه دواړه حواس زما لپاره ذخیره وګرځوه، او ماته په هغه چا بریا راکړه چې پر ما ظلم کوي، او له هغه څخه زما غچ واخله). [۸۸] ترمذي، په ۳۶۸۱ شمېره او بخاري په الأدب المفرد کې په ۶۵۰ شمیره، اوحاكم، ۱/ ۵۲۳ کې روایت کړی دی، او ذهبي صحیح بللی او ورسره موافق دی، او الباني په صحيح الترمذي کې ۳/۱۸۸ کې حسن بللی دی.
۱۲۶- ((اللَّهُمَّ إنِّي أسْألُكَ عِيشَةً نَقِيَّةً، ومِيتَةً سَوِيَّةً، ومَرَدّاً غَيْرَ مَخْزٍ ولا فاضِحٍ))[۸۹]. (اې الله زه له تا څخه سوال کوم چې - پاک ژوند، برابر مرګ - چې نه ډیر زوړ شم او نه ډیره سختي ووینم - او آخرت ته داسې ورګرځیدل چې سپکاوی او رسوایي پکې نه وي - را نصیب کړه). [۸۹] حاکم په ۱/۵۴۱، او زوائد مسند البزار، ۲/۴۴۲، په شمېره ۲۱۷۷، او الطبراني په الدعاء کې په ۱۴۳۵ شمېره تخریج کړی دی، او الهيثمي په مجمع الزوائد، ۱۰/ ۱۷۹: کې ذکر کړي دي: ((د طبراني اسناد جید دی)).
127- ((اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ كُلُّهُ، اللَّهُمَّ لاَ قَابِضَ لِمَا بَسَطْتَ، وَلاَ بَاسِطَ لِمَا قَبَضْتَ، وَلاَ هَادِيَ لِمَنْ أَضْلَلْتَ، وَلاَ مُضِلَّ لِمَنْ هَدَيْتَ، وَلاَ مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلاَ مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلاَ مُقَرِّبَ لِمَا بَاعَدْتَ، وَلاَ مُبَاعِدَ لِمَا قَرَّبْتَ، اللَّهُمَّ ابْسُطْ عَلَيْنَا مِنْ بَرَكَاتِكَ، وَرَحْمَتِكَ، وَفَضْلِكَ، وَرِزْقِكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ النَّعِيمَ الْمُقِيمَ الَّذِي لاَ يَحُولُ وَلاَ يَزُولُ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ النَّعِيمَ يَوْمَ الْعَيْلَةِ، وَالأَمْنَ يَوْمَ الْخَوْفِ، اللَّهُمَّ إِنِّي عَائِذٌ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا أَعْطَيْتَنَا وَشَرِّ مَا مَنَعْتَنَا، اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا الإِيمَانَ وَزِيِّنْهُ فِي قُلُوبِنَا، وَكَرِّهْ إِلَيْنَا الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ، وَاجْعَلْنَا مِنَ الرَّاشِدِينَ، اللَّهُمَّ تَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ، وَأَحْيِنَا مُسْلِمِينَ، وَأَلْحِقْنَا بِالصَّالِحِينَ غَيْرَ خَزَايَا وَلاَ مَفْتُونِينَ، اللَّهُمَّ قَاتِلِ الْكَفَرَةَ الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ رُسُلَكَ، وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِكَ، وَاجْعَلْ عَلَيْهِمْ رِجْزَكَ وَعَذَابَكَ، اللَّهُمَّ قَاتِلْ كَفَرَةَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ، إِلَهَ الْحَقِّ [آمِينْ]))[۹۰]. (اې الله ټوله ستاینه تا لره ده، نشته تنګوونکی د هغه څه چې تا پراخه کړی وي، او پراخوونکی د هغه څه چې تا تنګ کړی وي، او نشته هدایت موندونکی د هغه چا لپاره چې تا ګمراه کړی وي، او نشته ګمراه کوونکی د هغه چا لپاره چې تا ورته هدایت کړی وي، او نشته ورکوونکی د هغه څه چې تا منع کړی وي، او نشته منع کوونکی د هغه څه چې تا ورکړي وي، او نشته نږدې کوونکی د هغه څه چې تا لرې کړی وي، او لرې کوونکی د هغه څه چې تا نږدې کړی وي، اې الله پر موږ د خپلو برکتونو، رحمتونو، احساناتو، او رزق پراخي راوله، اې الله زه له تا څخه د ابدي نعمتونو سوال کوم، هغه چې نه بدلېږي او نه ختمېږي، اې الله زه له تا څخه د فقر پر مهال نعمتونه او د وېرې په ورځ امن غواړم، اې الله زه تا ته پناه دروړم د هغه څه له شر څخه چې تا مونږ ته راکړي او د هغه څه له شر څخه چې تا زمونږ څخه منع کړي دي، اې الله ایمان زمونږ په زړونو کې محبوب او ښکلی وګرځوه، او زمونږ لپاره کفر، بدکاري او نا فرماني نا خوښ وګرځوه، او مونږ له عقل لروونکو څخه وګرځوه، اې الله مونږ مسلمانان مړه کړه، او مسلمانان مو را ژوندي کړه، او صالحینو سره مو یوځای کړه، او موږ له نیکو خلکو سره یو ځای کړه، نه ذلیل شوي او نه ازمویل شوي، اې الله هغه کافران هلاک کړه چی ستا د رسولانو څخه انکار کوي، او ستا د لارې مانع ګرځي، او په هغوی باندې خپل غضب او عذاب نازل کړه، اې الله هغه کافران هلاک کړه چې هغوی ته کتاب ورکړل شوی، اې حق معبوده، آمین). [۹۰] احمد د هغه په لفظ سره ۳/ ۴۲۴، او۲۴/ ۲۴۶، په شمېره ۱۵۴۹۲، او د دوو قوسونو په منځ کې د حاكم لفظ دی، ۱/ ۵۰۷، ۳/ ۲۳- ۲، او بخاري په الأدب المفرد، شمېره ۶۹۹ کې روایت کړی، او الباني په تخريج فقه السيرة، مخ ۲۸۴ کې صحیح بللی، او په صحيح الأدب المفرد د بخاري، شمېره ۵۳۸، مخ ۲۵۹.
۱۲۸- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاهْدِنِي، وَعَافِنِي، وَارْزُقْنِي))[۹۱]. (اې الله ما ته بښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما ته هدایت وکړه، ما ته عافیت راکړه، او ماته روزي راکړه). [۹۱] مسلم، په شمېره ۲۶۹۶، او شمېره ۲۶۹۷، او د مسلم په یو روایت کې دي: (( پرته له شک څخه دا ستا لپاره دنیا او آخرت راغونډوي»، او په سنن ابوداود، شمېره ۸۵۰ کې راغلي: ((فلما ولَّى الأعرابي قال النبي -صلى الله عليه وسلم- : «کله چې اعرابي لاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ((دواړه لاسونه یې له نیکۍ ډک شول)).
((...وَاجْبُرْنِي، وَارْفَعْنِي))[۹۲]. (ما ته عوض راکړه، او ما پورته کړه). [۹۲] وګوره: سنن ابن ماجه، په شمېره ۸۹۸، او سنن الترمذی به شمیره: ۲۸۴، او صحیح ابن ماجه، ۱/۱۴۸ او صحیح الترمذی ، ۱/۹۰.
۱۲۹- ((اللَّهُمَّ زِدْنَا وَلَا تَنْقُصْنَا، وَأَكْرِمْنَا وَلَا تُهِنَّا، وَأَعْطِنَا وَلَا تَحْرِمْنَا، وَآثِرْنَا وَلَا تُؤْثِرْ عَلَيْنَا، وَأرْضِنَا وَارْضَ عَنَّا))[۹۳]. (اې الله مونږ لره زیات کړه او مونږ مه کموه، زموږ اکرام وکړه او مه مو ذلیلوه، مونږ لره را کړه او مونږ مه محروموه، مونږ غوره کړه او پر مونږ بل څوک مه غوره کوه، مونږ راضي کړه او زمونږ څخه راضي شه). [۹۳] ترمذي، ۵/ ۳۲۶، په شمېره ۳۱۷۳، او حاكم، ۲/ ۹۸، شيخ عبد القادر الأرنؤوط په الجامع الأصول باندې په خپل تحقیق کې په ۱۱/ ۲۸۲، شمېره ۸۸۴۷ کې صحیح او حسن بللی دی.
۱۳۰- ((اللَّهُمَّ أَحْسَنْتَ خَلْقِي فَأَحْسِنْ خُلُقِي))[۹۴]. (اې الله زه دې ښایسته پیدا کړی یم زما اخلاق هم ښایسته کړه). [۹۴] احمد، ۶/۶۸، و ۱۵۵، او ۱/۴۰۳، او ابن حبان (۲۴۲۳– موارد)،او طيالسي، ۳۷۴، او مسند أبي يعلى، په شمېره ۵۰۷۵ روایت کړی دی، او الباني په إرواء الغليل، ۱/۱۱۵، شمېره ۷۴ کې صحیح بللی.
۱۳۱- ((اللَّهُمَّ ثَبِّتْنِي وَاجْعَلْنِي هَادِياً مَهْدِيَّاً))[۹۵]. (اې الله ما ثابت ولره او ما هدایت کوونکی او هدایت کړی شوی وګرځوه). [۹۵] دې باندې د نبي -صلى الله عليه وسلم- دعا جرير -رضي الله عنه- لپاره دلالت کوي. وګوره: بخاري، په شمېره ۶۳۳۳، او همدارنګه په ۳۰۲۰، ۳۰۳۶ شمېرو ، او داسې نور..
۱۳۲- (( اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الثَّبَاتَ فِي الْأَمْرِ، وَالْعَزِيمَةَ عَلَى الرُّشْدِ، وَأَسْأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ، وَعَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ شُكْرَ نِعْمَتِكَ، وَحُسْنَ عِبَادَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ قَلْبَاً سَلِيمَاً، وَلِسَانَاً صَادِقَاً، وَأَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا تَعْلَمُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا تَعْلَمُ، وَأسْتَغْفِرُكَ لِمَا تَعْلَمُ، إِنَّكَ أنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ) [۹۶]. (اې الله زه له تا څخه په کار کې د استقامت، او د نیکۍ لپاره د عزم غوښتنه کوم. او زه له تا څخه ستا د رحمت او بخښنې لاملونه غواړم، او غواړم چې ستا د نعمتونو شکر ادا کړم، او ستا ښه عبادت وکړم، او د سالم زړه او ریښتینې ژبې غوښتنه کوم، او د هغه څه د ښېګڼې غوښتنه کوم چې ته پرې پوهېږې، او د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې ته پرې پوهېږې، او له هغه څه چې ته پرې پوهېږې بخښنه غواړم، ځکه چې ته په غیبو ښه عالم یې). [۹۶] احمد، ۲۸/ ۳۳۸، په شمېره ۱۷۱۱۴، او ۲۸/ ۳۵۶، په شمېره ۱۷۱۳۳، او ترمذي، په شمېره ۳۴۰۷، او طبراني په المعجم الكبير کې په خپل لفظ سره ، په شمېره ۷۱۳۵، او شمېره ۷۱۵۷، او ۷۱۷۵، او شمېره ۷۱۷۶، ۷۱۷۷، ۷۱۷۸، ۷۱۷۹، او ۷۱۸۰، او ابن حبان په خپل صحيح کې روایت کړی، ۳/ ۲۱۵، په شمېره ۹۳۵، او ۵/ ۳۱۰، په شمېره ۱۹۷۴، او شعيب الأرنؤوط په صحيح ابن حبان کې حسن بللی، ۵/ ۳۱۲، او د مسند محققینو هم د هغه په طریقه حسن بللی، ۲۸/ ۳۳۸، او الباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة په اووم مجلد ۳۲۲۸ شمېره کې ذکر کړی، او په صحيح موارد الظمآن کې په ۲۴۱۶، ۲۴۱۸ شمیره، او ویلي دي: ((صحيح لغیره دی)).
۱۳۳- (( اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ الْفِرْدَوْسَ أَعْلَى الْجَنَّة)) [۹۷]. (اې الله زه له تا څخه د لوړ جنت فردوس سوال کوم). [۹۷] دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قوله اخیستل شوی دی: ((... فَإذِا سَأَلْتُمُ اللهَ فَاسْأَلُوهُ الْفِرْدَوْسَ؛ فَإِنًّهُ أَوْسَطُ الْجَنَّةِ، وَأَعْلَى الْجَنَّةِ، وَفَوْقَهُ عَرْشُ الرَّحْمَنِ، وَمِنْهُ تُفَجَّرُ أَنْهَارُ الْجَنَّةِ)).. ((... نو که تاسو له الله څخه غواړئ، نو له هغه څخه د فردوس غوښتنه وکړئ، ځکه چې دا منځنی جنت دی، د جنت په سر کې دی، او د هغه د پاسه د رحمن عرش دی، او له هغه څخه د جنت نهرونه بهیږي)). بخاري په ۲۷۹۰ شمېره ، او ۷۴۲۳ شمېره .
۱۳۴- ((اللَّهُمَّ جَدِّدِ الإيْمَانَ فِي قَلْبِي)) [۹۸]. (یا الله زما په زړه کې ایمان تازه کړه). [۹۸] د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د حدیث څخه اخیستل شوی، هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ((إنّ الإِيمانَ لَيَخْلَقُ في جوف أحدِكُمْ كما يَخْلَقُ الثَّوْبُ الخَلقُ، فاسْأَلُوا اللَّهَ أن يُجَدِّدَ الإِيمانَ في قُلُوبِكُمْ ))، (( بېشک چې ایمان ستاسو په زړه کې داسې زړیږي لکه څرنګه چې جامې د خلکو په بدن کې زړیږي، نو له الله څخه وغواړئ چې ستاسو په زړونو کې ایمان تازه کړي)). حاکم ۱/ ۴ صحیح کړی، او ذهبي ورسره موافقه کړی، او الهيثمي په مجمع الزوائد۱/ ۵۲: کې ویلي دي: (( طبرانی په الکبیر کې روایت کړی، او اسناد یې حسن دی)، او الباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة، ۴/ ۱۱۳، شمېره ۱۵۸۵ کې حسن بللی دی.
۱۳۵- (( اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ صَلَاةٍ لَا تَنْفَعُ))[۹۹]. (اې الله پر تا له هغه لمانځه څخه پناه غواړم چې ګټه نه لري). [۹۹] ابو داود، په شمېره ۱۵۴۹، او الباني په صحيح سنن أبي داود، ۱/ ۴۲۴ کې صحیح بللی دی.
۱۳۶- ((اللَّهُمَّ إنِّي أّعُوذُ بِكَ مِنْ جَارِ السُّوءِ، وَمِنْ زَوْجٍ تُشَيِّبُنِي قَبْلَ المَشِيبِ، وَمِنْ وَلَدٍ يَكُونُ عَليَّ رَبّاً، وَمِنْ مَالٍ يَكُونُ عَلَيَّ عَذَابَاً، وَمِنْ خَلِيْلٍ مَاكِرٍ عَيْنُهُ تَرَانِي، وَقَلْبُهُ يَرْعَانِي؛ إِنْ رَأَى حَسَنَةً دَفَنَهَا، وَإِذَا رَأَى سَيِّئَةً أَذَاعَهَا))[۱۰۰]. (اې الله زه په تا له بد ګاونډي څخه پناه غواړم، او له هغه خاوند/میرمن څخه چې ما د بوډاتوب څخه مخکې بوډا کوي، او له هغه زوی څخه چې زما بادار جوړ شي، او له هغه مال څخه چې زما لپاره عذاب وي، او له هغه دسیسه ګر ملګري څخه چې سترګې یې یوازې ماته پاتې وي، او د هغه زړه ما څاري، كله چې ښه شی وويني نو هغه پټوی، او كله چې بد وويني هغه خپروې). [۱۰۰] طبراني په الدعاء، ۳/ ۱۴۲۵، په شمېره ۱۳۳۹، او الباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة کې ۷/ ۳۷۷، په شمېره ۳۱۳۷، کې ویلي دي: ((ما وویل: ددې اسناد جید دی، او رجال یې ټول د تهذیب رجال دي ... )).
۱۳۷-((اللَّهُمَّ لاَ تُخْزِنِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ))[۱۰۱]. (اې الله د قیامت په ورځ ما مه رسوا کوه). [۱۰۱] احمد په المسند، ۲۹/ ۵۹۶، په شمېره ۱۸۰۵۶، او د مسند محققینو ویلي: ((إسناد یې صحيح دی))، او طبراني په المعجم الكبير کې، ۳/ ۲۰، په ۲۵۲۴ شمیره پدې لفظ سره:((اللهم لا تخزني يوم القيامة، ولا تخزني يوم البأس)). ((اې الله دقیامت په ورځ ما مه رسوا کوه، او د سختې اړتیا په ورځ مې مه رسوا کوه)) روایت کړی دی.
۱۳۸- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْمُعَافَاةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ))[۱۰۲]. (اې الله زه له تا څخه په دنیا او آخرت کې د عافیت غوښتنه کوم). [۱۰۲] ابن ماجه، په شمېره ۳۸۵۱، او الباني په صحيح ابن ماجه، ۳/ ۲۵۹، او په سلسلة الأحاديث الصحيحة کې، په شمېره ۱۱۳۸ کې روایت کړی دی.
۱۳۹- ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لاَ يَنْفَعُ، وَعَمَلٍ لاَ يُرْفَعُ، وَقَلَبٍ لاَ يَخْشَعُ، وَقَولٍ لاَ يُسْمَعُ)) [۱۰۳]، (اې الله زه تاته پناه راوړم له داسې علم څخه چې ګټه نه رسوي، او له داسې عمل څخه چې نه پورته کیږي، او له داسې زړه څخه چې خشوع نلري، او له داسې وینا څخه چې نه اورېدل کیږي). [۱۰۳] ابن حبان، په ۲۴۴۰ شمېره په (موارد) کې روایت کړی، او الباني په صحيح موارد الظمآن، ۲/ ۴۵۴، شمېره ۲۰۶۶ کې صحیح بللی دی.
۱۴۰-((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْـهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَالْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَالْبُخْلِ وَالْجُبْنِ، وَضَلَعِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ)) [۱۰۴]. (اې الله! زه له پرېشانۍ، غم، کمزورۍ او لټۍ، بخل او بزدلۍ، او د پور له شدت، او د خلکو د قهر او تسلط څخه تا ته پناه دروړم). [۱۰۴] بخاري په ۶۳۶۳ شمیرې سره روایت کړی، او انس ويلي: (( ما به د رسول الله صلى الله عليه وسلم خدمت کاوه، کله به چې ښکته کېده، ما به ډېر ځله دا اورېدل چې هغه به فرمايل: ((اللّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ... )). (( اې الله! زه تاته پناه دروړم...)))
141-((اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفِتَنِ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجالِ))[۱۰۵]. (اې الله زه پر تا د دوزخ له اور څخه پناه غواړم او زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه غواړم، او زه پرتا له فتنې څخه پناه غواړم، که هغه ښکاره وي او که پټه او زه پر تا د دجال له فتنې څخه پناه غواړم). [۱۰۵] مسلم، په ۲۸۶۷ شمېره روایت کړی، او پدې کې راغلي: ((تَعَوَّذُوا بِاَللَّهِ مِنْ عَذَاب النَّار))...، [تَعَوَّذُوا بِاَللَّهِ مِنْ عَذَاب الْقَبْر...] ((د دوزخ له عذابه په الله جل جلاله پناه وغواړئ))... [د قبر له عذابه په الله پناه وغواړئ...] تر آخره پورې.
۱۴۲-(( اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ شَهَادَةً فِي سَبِيلِكَ)) [۱۰۶]. ((اې الله زه له تا څخه ستا په لار کې د شهادت سوال کوم)). [۱۰۶] مسلم، په ۱۹۰۹ شمیره، د هغه - صلی الله علیه وسلم - له قوله نقل کړی: ((مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ)). ((څوک چې له الله تعالی څخه په اخلاص سره د شهادت غوښتنه وکړي، نو الله به هغه د شهیدانو درجو ته ورسوي، که څه هم هغه په خپل بستر کې مړ شي)).
۱۴۳- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَوْقَ كَثِيرٍ مِنْ خَلْقِكَ مِنَ النَّاسِ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي، وَأَدْخِلْنِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ مُدْخَلاً كَرِيمًا))[۱۰۷]. ((اې الله ما ته بخښنه وکړه، اې الله د قیامت په ورځ ماته د خپل ډیری مخلوق څخه لوړ مقام راکړه، اې الله زما ګناهونه معاف کړه، او د قیامت په ورځ ما د عزت ځای ته داخل کړه)). [۱۰۷] بخاري، په ۴۳۲۳ شمېره ، او مسلم، په ۲۴۹۸ شمېره روایت کړی، او دا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعا څخه اخیستل شوې چې عبید ابو عامر ته یې کړې وه ، او د هغه -صلی الله علیه وسلم- دعا ابو بردة رضی الله عنهما څخه اخیستل شوې ده.
۱۴۴- ((اللَّهُمَّ اهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ، وَعَافِنِي فِيمَنْ عَافَيْتَ، وَتَوَلَّنِي فِيمَنْ تَوَلَّيْتَ، وَبَارِكْ لِي فِيمَا أَعْطَيْتَ، وَقِنِي شَرَّمَا قْضَيْتَ، إِنَّهُ لا يَذِلُّ مَنْ وَالَيْتَ، تَبَارَكْتَ رَبَّنَا وَتَعَالَيْتَ)). [۱۰۸]. (اې الله ما ته هدایت وکړه د هغه خلکو تر منځه چې تا ورته هدایت کړی، او ما ته د هغه خلکو تر منځه عافیت راکړه چې تا هغوی ته عافیت ورکړی، او د هغو خلکو تر منځه زما پالنه وکړه چې تا د هغوی پالنه کړې، او ماته په هغه څه کې برکت راکړه چې تا راکړي دي، او ما د هغه شر څخه وژغوره چې تا فیصله کړی دی، هغه کس نه سپکېږي چې تا دوست کړی وي، ته د برکت او لوړ مقام والا یې). [۱۰۸] احمد په المسند، ۳/ ۲۴۹، شمېره ۱۷۲۳ کې، د مسند ۳/ ۲۴۹ محققينو ويلي دي: ((اسناد یې صحيح دی)) او دا يو مطلق روايت دى چې په وترو پورې محدود نه دى لکه څنګه چې په بل روايت کې راغلي دي، پخ دې روايت کې انس رضي الله عنه وايي: ((او موږ ته يې دا دعا را زده كوله...)).
۱۴۵-(( رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ)) [۱۰۹]. (اې الله د قیامت (دین) په ورځ زما تېروتنې و بخښه). [۱۰۹] مسلم، په ۲۱۴ شمېره، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته وویل شو: اې د الله رسوله، ابن جدعان د جاهليت په زمانه کې خپلوي پالـله او مسکینانو ته به یې خواړه ورکول، نو آیا دا د هغه لپاره ګټه رسوي؟ ويې فرمايل: ((لَا يَنْفَعُهُ، إِنَّهُ لَمْ يَقُلْ يَوْمًا رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ)). ((دا ورته ګټه نه رسوي، ځکه چې هغه هيڅکله هم نه و ويلي، چې اې الله د قيامت په ورځ زما تېروتنې وبخښه)).
۱۴۶-((أسْتَغْفِرُ اللهَ العَظِيمَ الَّذِي لاَ إلَهَ إلاَّ هُوَ، الحَيُّ القَيُّومُ، وَأتُوبُ إلَيهِ)) [۱۱۰]. (زه له هغه لوی الله څخه بخښنه غواړم چې له هغه پرته بل معبود نشته، تل ژوندی، ابدي دی، او زه هغه ته توبه کوم). [۱۱۰] ترمذي په ۳۵۷۷ شمېره او الباني په صحيح الترمذي ۳/ ۴۶۹ کې صحيح بللى دى: ((مَنْ قَالَهُ غَفَرَ اللهُ لَهُ وَإِنْ كَانَ فَرَّ مِنْ الزَّحْفِ)). ((څوک چې دا ووايي الله به هغه ته بخښنه وکړي که څه هم د جنګ له میدان څخه تښتېدلی وي)).
۱۴۷- ((اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي، وَأَذْهِبْ غَيْظَ قَلْبِي، وَأَعِذْنِـي مِنْ مُضِلاتِ الْفِتَنِ))[۱۱۱]. (اې الله زما ګناه وبخښه، زما د زړه غصه (قهر) لرې کړه، او د فتنو له ګمراهۍ څخه مې وساته). [۱۱۱] د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعا څخه اخیستل شوي چې عائشې رضی الله عنها ته یې کړې وه: ((اللهمَّ اغفرْ لهَا ذنبَهَا ، وأذْهِبْ غَيْظَ قَلْبِهَا، وَأَعِذْهَا مِنْ مُضِلاّتِ الفِتَنْ))، ((اې الله د هغې ګناه وبخښه، د هغې د زړه غوصه لرې کړه، او د فتنو له ګمراهۍ څخه یې وساته))، ابن عساکر په خپل سند سره په ((الأربعين في مناقب أمهات المؤمنين)) ۸۵ مخ کې له عائشې رضی الله عنها څخه روايت کړی دی، او ویلي یې دي : (( دا حدیث د بقیة بن الولید له حدیث څخه صحیح او حسن حدیث دی )) او ابن السني په (عمل اليوم والليلة) په ۴۵۷ شمېره شامل کړی، او د ابن السني په يوه بله نسخه کې فرمايلي : (( (وأجرني من الشيطان))، ((او ما له شيطان څخه وساته )) د (( فتنو له ګمراهیو څخه)) پر ځای، او د دې روايت تخریج د الباني په الضعيفة کې وګورئ، په شمېره ۴۲۰۷، او د هغه لپاره ګواه شته، د ام سلمه رضي الله عنها په سند، د احمد سره په ۴۴/ ۲او ۲۶۵۷۶ شمېره، او د هغه الفاظ دا دي: ((قُولِي اللَّهُمَّ رَبَّ مُحَمَّدٍ النَّبِيِّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي، وَأَذْهِبْ غَيْظَ قَلْبِي، وَأَجِرْنِي مِنْ مُضِلَّاتِ الْفِتَنِ مَا أَحْيَيْتَنَا))، (( ووايه اې الله! د محمد صلی الله علیه وسلم پروردګاره زما ګناهونه وبخښه، زما د زړه غوسه لرې کړه او تر څو چې ژوندۍ یم د فتنو له ګمراهیو څخه مې وساته)، الهيثمي په مجمع الزوائد ۱۰/ ۲۷ کې حسن بللی او دا د طبراني سره په المعجم الکبير، ۲۳/۳۳۸، ۷۸۵ کې پرته له دې لفظ څخه راغلی: ((ما أحييتنا))، ((تر څو چې مونږ ژوندي یو))، او هغه د ام هاني رضي الله عنها څخه شاهد هم لري، چې ویلي دي: اې د الله رسوله ماته يوه دعا را زده کړه، هغه وفرمایل: ((قُولِي: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي ...))، ((ووايه: اې الله زما ګناهونه وبخښه...)) دا حدیث الخرائطي په «اعتلال القلوب»، ۵۲ شمېره او «مساوئ الأخلاق»، ۳۲۳ شمېره کې شامل کړی دی.
۱۴۸- (( اللَّهُمَّ أَحْيِـنـِــي عَلَى سُنَّةِ نَبِيِّكَ صلى الله عليه وسلم وَتَوَفَّنِي عَلَى مِلَّتِهِ، وأَعِذْنِــي مِنْ مُضِلاَّتِ الْفِتَنِ))[۱۱۲]. (اې الله ماته د خپل پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د سنتو مطابق ژوند را وبخښه، او د هغه په ملت مې مړ کړه، او د ګمراهیو له فتنو څخه مې وساته). [١١٢] بیهقي په الکبری ٥/ ٩٥ کې د ابن عمر رضي الله عنهما له دعا څخه په موقوف شکل روایت کړی، دا ابن الملقن په البدر المنیر ٦/ ٣٠٩ کې نقل کړی دی. او هغه د الضياء څخه نقل کړی دی او وایي: ((اسناد یې ښه دي)). ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: (( په تاسو کې دې هيڅوک نه وايي چې : اې الله زه پر تا له فتنې څخه پناه غواړم، ځکه چې هیڅوک داسې نشته چې هغه له فتنې څخه بچ وي، ځکه الله تعالی فرمايي: [إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ]، [بېشکه چې ستاسو مال او اولاد فتنه دي] [التغابن: ١٥]، نو په تاسو کې چې څوک پناه غواړي، هغه دې د فتنې له ګمراهۍ څخه په الله تعالی پناه وغواړي)) ابن جریر په خپل تفسیر ١٣/ ٤٧٥ شمېره ١٥٩١٢ کې روایت کړی، او ابن بطال په صحیح البخاري کې په ٤/ ١٣ په خپله شرحه کې ذکر کړی دی.
١٤٩- ((اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، [فِي الْعَالَمِينَ] إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ))[١١٣]. (اې الله! پر محمد ﷺ او د محمد ﷺ پر کورنۍ باندې درود ولېږه، لکه څنګه چې دې په ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ درود لېږلی، په رښتیا سره ته ستایلی شوی یې او د لويۍ خاوند يې، او پر محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولي وو [په عالمينو کې]، بېشکه ته ستایل شوی او لوی ېې). [۱۲۳] بخاري، په ۳۳۷۰ شمېره، او هغه څه چې په دوه قوسونو کې دي د ابو هریره -رضي الله عنه- له حدیث څخه دي، مسلم، په ۴۰۵ شمېره روایت کړی دی.
وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، كَمَا يَلِيقُ بِجَلالِهِ، وَعَظِيمِ سُلْطَانِهِ، اللّهُمَّ صَلِّ وسَلِّم على نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِهِ، وَأصْحَابِهِ، وَأتْبَاعِهِ بـِـإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ.
په دم او دعا درملنه
له قرآن کریم او سنت څخه
الله تعالی ته اړمن بنده
دکتور سعید بن علي بن وهف القحطاني
بسم الله الرحمن الرحيم
سریزه: په قرآن او سنت سره د درملنې ارزښت
إنَّ الْحَمْدَ للِّهِ نَحْمَدُهُ، وَنَسْتَعِينُهُ، وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِيَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ، وَعَلَى آلِهِ، وَأصْحَابِهِ، وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإحْسَانٍ إلَى يَوْمِ الدِّينِ، وَسَلَّمَ تَسْلِيمَاً كَثِيرَاً. أَمَّا بَعْدُ:
نو په دې کې شک نشته چې په قرآن کریم او هغو دمونو سره درملنه کول چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي؛ ګټوره او بشپړه درملنه ده، الله تعالی فرمايلي: (ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى؛ هدایت او شفاء دى). فصلت: ۴۴ آیت. او الله پاک فرمایلي: (او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفاء او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان). الإسراء: ۸۲ آیت. او (من) دلته د جنس د بیانولو لپاره ده؛ ځکه یقینا قرآن کریم ټول شفاء ده، لکه څنګه چې په وړاندې آیت کې دي[۱]، او الله تعالی فرمایلي: (اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفاء او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). يونس: ۵۷ آیت.
قرآن کریم د زړه، بدن، دنیوي او اخروي ناروغیو او ناخوالو لپاره بشپړه درملنه ده، خو هر چا ته په قرآن کریم د درملنې توفیق نه ورکول کیږي، او که چیرته یې یو ناروغ په سمه توګه وکاروي، او د اخلاص، ایمان، بشپړ منلو او ټینګ باور سره پرې د خپلې ناروغۍ درملنه وکړي او په شروطو برابر وي، نو ناروغي به یې هیڅکله پر وړاندې مقاومت ونه کړي، ځکه ناروغي به څنګه د ځمکې او اسمانونو د رب د وینا پر وړاندې مقاومت وكړي چې که په غرونو نازله شي نو وبه يې چوي او یا پر زمکه رانازله شي نو ټوټې ټوټې به یي کړي، د زړه یا بدن هیڅ ناروغي نشته مګر دا چې په قرآن کي د هغې د درملنې لارښود شته، د هغه چا لپاره چې الله تعالی د خپل کتاب پوهه ورنصیب کړي، الله پاک په قرآن کریم کې د زړه او بدن ناروغیو او په اړه یې د طبابت یادونه کړې ده: [۱] وګوره: الجواب الكافي لمن سأل عن الدواء الشافي د ابن القيم، ۱۰ مخ.
نو د زړه ناروغۍ په دوه ډوله دي : د شک او شبهي ناروغي او د شهوت او سرکښۍ ناروغي، الله تعالی دزړونو د ناروغۍ مفصل اسباب او د درملنې د اسبابو یادونه کوي (۲) الله تعالی فرمایي: (ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تا كتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي) سورت العنکبوت، ۱۵ آیت . علامه ابن القیم رحمه الله فرمایلي: (څوک چي په قران کریم سره شفا ونه مومي نو الله به یي روغ نه کړي، او چاته چې قرآن بسنه ونه کړي، نو الله به ورته هیڅ شی بسیا نه کړي) [۳]. (۲) زاد المعاد د ابن القیم ، ۶/۴ او،۳۵۲/۴. (۳) زاد المعاد ، ۳۵۲/۴.
د بدني ناروغیو په اړه، قرآن موږ ته د هغوی د درملنې د اصولو، بنسټونو او قوانینو لارښوونه کړې ده. د بدني درملنې ټول اصول په قرآن کریم کې موجود دي او درې دي: روغتیا ساتل، د زیان رسوونکو موادو څخه ډډه کول، او دزیان رسوونکو او فاسد مواد له منځه وړل، دا درملنې د ټولو قسمونو لپاره د ثبوت په توګه کارول کیږي [۴]. (۴) زاد المعاد ، ۴ / ۳۵۲ او: ۴/۶.
که چیرته بنده په قرآن کریم سره درملنه وکړي نو په بیړنۍ روغتیا کې به یې حیرانوونکې اغیزه ومومي.
امام ابن القیم رحمه الله فرمایلي: (( په مکه مکرمه کې راباندې داسې یو وخت تیر شوی چې پکې ناروغ شوی وم، حال دا چې نه به طبیب و او نه درمل، نو ما به د خپل ځان علاج په سورت الفاتحې سره کاوه چې ډیر ښه او حېرانوونکې اغیزه به یې درلوده، کله به مې دزمزم یو غړپ اوبه راواخستي او څو ځل به مې پرې ولوسته، بیا به مي وڅښلي نو په دې سره به روغ رمټ شوم، بیا به مې همدا طریقه د ډیری دردونو پر مهال کاروله او ډیره ګټه به یې رارسوله، نو بیا به مې هر دردمن ته د همدې نسخې لارښوونه کوله، چې ډیری به یې ژر رغیدل)[۵]. ( ۵) وګوره: زاد المعاد ، ۴ / ۱۷۸، او الجواب الکافي ، ۲۱ مخ.
همدارنګه په نبوي ثابتو دمونو سره درملنه یو له خورا ګټورو درملنو څخه ده، او په دعا کې چې موانع نه وي نو د زیان په مخنیوي او د مطلوب شي په تر لاسه کولو کې له ګټورو اسبابو او غوره درملنو څخه ده، په ځانګړې توګه چې زیاته زاري پکې وشي، ځکه دعا دمصیبتونو دښمن دی چې دفع کوي او درملنه یې کوي او د بیا راتګ مخنیوی یې کوي او یا یې د راتلو پر مهال کمول (۶)، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دې وینا له مخې: «دعا کول د هغه څه لپاره ګټور دي چې پیښ شوي وي او یا نه وي پیښ شوي، نو دعا وکړئ ای د الله بندګانو»[۷]؛ او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د دې وینا له مخې: ((تقدیر نه بدلیږي مګر په دعا سره او عمر نه زیاتیږي مګر په نیکۍ سره)) [۸]، خو دلته یوه خبره شته چې باید په پام کې ونیول شي، هغه آیاتونه ، اذکار، دعاګانې او دمونه چې د درملنې په موخه ویل کیږي په خپل ذات کې ګټور او شفا ورکوونکي دي، خو د قبلیدو لپاره د کوونکي قبلیدو، ځواکمنتیا او اغېزمنتیا ته اړتیا لري، نو هر کله چې رغیدل وځنډیدل نو لامل به یې د کوونکي د اغیزې کمزورتیا وي، او یا د هغه چا نه قبلېدل چې درملنه یې شوي وي او یا دا چې کوم پیاوړی خنډ به پکې وي چې له امله یې درمل په درملنه کې کامیاب نه شول، ځکه په دمونو سره درملنه په دوو کارونو سره کیږي: [۶] وګوره: الجواب الکافي ۲۲- ۲۵ مخ. [ ۷] ترمذی په: ۳۵۴۸ او حاکم: ،۱/ ۶۷۰، او احمد په: ۲۲۰۴۴ شمیره، او البانی حسن ګڼلی . وګورئ: صحیح الجامع ، ۳ / ۱۵۱ ، په: ۳۴۰۳ شمیره. [۸] الحاکم ۱/ ۶۷۰ ، والترمذي ، رقم ۲۱۳۹،او الباني په سلسلة الاحادیث الصحیحه کې حسن بللی، ۱ / ۷۶، رقم ۱۵۴.
لومړۍ خبره: د ناروغ له لورې، چې د هغه د خپل ځواک او الله تعالی ته په مخلصانه رجوع او د هغه په ټینګ باور سره کیږي چې قرآن کریم د مومنانو لپاره شفا او رحمت دی، او داسې پناه غوښتنې سره چې زړه او ژبه سره پرې سلا وي، ځکه دا یو ډول جګړه ده، او جنګیالی له دوو کارونو پرته پر دښمن بریا نشي تر لاسه کولی:
چې وسله په خپل ځان کې روغه او ښه وي، بل دا چې مټ پیاوړی وي، نو هر کله چې په دوی کې یو نه وي وسله ډیره ګټه نه لري، نو کله چې دواړه نه وي څه حال به وي، زړه به له توحید، توکل، تقوا او توجو پرته یو کنډواله وي، او وسله به هم نه لري.
دوهمه خبره: څوک چې په قرآن او سنت سره درملنه کوي، باید دا دوه کارونه پکې وي [۹]؛ له دې امله ابن التین رحمه الله تعالی ویلي: ((په معوذاتو او د الله تعالی په نورو نومونو سره درملنه روحاني یا رواني طب دی، په دې شرط چې د پاکو خلکو په ژبه وي، نو د الله تعالی په امر به پرې شفا تر لاسه کیږي)[۱۰]. [۹] وګورئ: زاد المعاد ۴/ ۶۸، او الجواب الكافي ۲۱ مخ. [۱۰] فتح الباري د ابن حجر، ۱۰/ ۱۹۶.
د علماوو پدې خبره اجماع شوې ده چې دم هغه وخت جواز لري، کله چې پکې درې شرطونه پوره شي:
لومړی شرط دا چې: د الله تعالی په کلام، یا د هغه په نومونو او یا صفتونو او یا یې د رسول صلی الله علیه وسلم په وینا سره وي.
دویم شرط: چې په عربي یا بله ژبه وي چې معنا یې مفهومه وي.
دریم شرط: دا عقیده ولري چې دم په خپل ذات کې اغېز نه لري، بلکې د الله تعالی په قدرت سره اغیزه کوي[۱۱]، او دم له اسبابو څخه یو سبب دی. [۱۱] وګورئ: فتح الباري، ۱۰/ ۱۹۵، او فتاوى د علامة ابن باز، ۲/ ۳۸۴.
د اهمیت له امله، ما له خپل کتاب: ((الذِّكْرُ وَالدُّعَاءُ وَالْعِلاَجُ بِالرُّقَى مِنَ الْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ)) څخه د دم دعا برخه مختصر کړې ده: او ګټورې فایدې مې پکې ان شاء الله اضافه کړي دي، زه له الله تعالی څخه د هغه په ښایسته نومونو او عالي صفتونو سره سوال کوم چې دا عمل یوازې د هغه د خوښۍ لامل وګرځوي، ما او هر هغه چاته پرې ګټه ورسوي چې لولي یې، خپروي یې او یا یې د خپریدو لامل ګرځي او دا چې ټولو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي، یقینا چې هغه سپېڅلی ذات د دې واکمن او پرې توانمن دی، وَصَلَّى اللَّهُ وَسَلَّمَ وَبَارَكَ عَلَى نَبـِيِّـنَا مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ، وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ.
الله تعالی ته اړمن بنده
دکتور سعید بن علي بن وهف القحطاني
په: ۱۸/ ۶/ ۱۴۱۴هـ کې ولیکل شو.
۱- د جادو درملنه
د جادو لپاره الهي درملنه په دوو برخو ویشل شوې ده:
لومړۍ برخه: هغه څه چې د جادو له کېدو وړاندې پرې له جادو څخه ځان ساتل کیږي:
۱ - د ټولو واجباتو ادا کول، د ټولو محرماتو پرېښودل او له ټولو ګناهونو توبه وېستل.
۲ - د قرآن کریم زیات تلاوت کول، چې هره ورځ د ځان لپاره یوه ټاکلې اندازه وټاکي.
۳ - په دعاګانو، تعوذاتو او مشروعه اذکارو سره ځان کلابندول لکه: «بِسْمِ اللهِ الَّذِي لا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ في الأرْضِ وَلاَ في السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ» سبا او بیګا درې ځلې ویل [۱۲]، د هر لمانځه نه وروسته، د خوب په وخت کې او سبا او بېګا آیت الکرسي ویل. [۱۳]، او د : { قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ}، لوستل. سهار، بېګا او د خوب پر مهال درې ځلې معوذتین لوستل. د ورځې سل ځلې: "لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ویل [۱۴]، د سهار او بیګا په اذکارو پابندي کول، همدا رنګه د خوب او له خوب څخه د راپاڅېدلو دعاګانې، کور ته د ننوتلو او بېرته ترې د راوتلو دعا، په سپرلۍ د سپرېدو دعا، جومات ته د ننوتلو او بیرته ترې د راوتلو دعا، قضای حاجت ځای ته د ننوتلو او بیرته ترې د راوتلو دعا، د معیوب انسان د لیدو پر مهال دعا او داسې نورې دعاګانې، په ((حِصْنِ الْمُسْلِمِ)) کې مې د حالاتو، مناسبتونو، ځایونو او وختونو اړوند زیات اذکار او دعاګانې راوړي دي، په دې کې شک نشته چې په دې اذکارو پابندي انسان په جادو له اخته کېدو، نظر او شیطان څخه ساتي او همدا له سترو درملنو څخه دي، کله چې انسان ته یو له دې آفتونو څخه ورسیږي. [۱۲] ترمذي په: ۳۳۸۸ شمېره، أبو داود په: ۵۰۸۸ شمېره، او ابن ماجه په: ۳۸۶۹ شمېره روایت کړی او شیخ ألباني په خپل صحيح ابن ماجه کې ۲/ ۳۳۲ صحیح ګڼلی. [۱۳] حاكم روایت کړی او ذهبي ورسره موافقت لري، ۱/ ۵۶۲، او الباني په: صحيح الترغيب والترهيب کې په ۱/ ۲۷۳، ۶۵۸ شمېره روایت کړی دی. [۱۴] بخاري، ۴/ ۹۵، شمېره، ۳۲۹۳، او مسلم، ۴/ ۲۰۷۱، په شمېره ۲۶۹۱ روایت کړی دی. [۱۵] وګوره: زاد المعاد، ۴/ ۱۲۶، او مجموع فتاوى د :علامة ابن باز، ۳/ ۲۷۷، او وګوره: الأسباب العشرة التي يندفع بها شرّ الحاسد والساحر، او د دې کتاب دریمه برخه، د نظر شوي انسان درملنه.
۴ - که شونې وي سهار مهال په نهره کې اووه عجوه خرماوې خوړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې سهار مهال اووه عجوه خرماوې وخوري، هغه ورځ به زهر او جادو ورته زیان ونه رسوي" [۱۶] غوره دا ده چې د مدینې له خرماوو څخه وي، هغه ځای چې (د مدینې) د دوو دښتو ترمنځه دی، لکه څنګه چې د مسلم په روایت کې راځي، خو زموږ د شیخ علامه ابن باز رحمه الله نظر دا دی چې د مدینې ټولې خرماوې دا ځانګړتیا لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چا یې چې سهار مهال اووه خرماوې وخوړې (د هغې سیمې چې [۱۷] د دوو دښتو ترمنځه پرته ده..)). حديث[۱۸]. [۱۶] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۲۴۷، ۵۴۴۵ شمیره، او مسلم، ۳/ ۱۶۱۸، ۲۰۴۷ شمیره. [۱۷] لابتيها: د لابة تثنیه ده، دا هغه تورې تیږو لرونکې ځمکې ته وایي چې ګویا سوځېدلې ده، او دلته یې ترې موخه هغه دوه دښتې دي چې مدینه یې په منځ کې پرته ده، وګورئ: فیض القدیر د المناوي، ۲/ ۵۱۴. [۱۸] مسلم ۳/ ۱۶۱۸، ۲۰۴۷ شمیره.
هغه رحمه الله دا نظر هم لري چې: د دې (درملنې) تمه د هغه چا لپاره هم شونې ده چې د مدینې له خرماوو پرته نورې اووه خرماوې وخوري.
دویمه برخه: د سحر له کېدو وروسته درملنه، چې څو ډولونه لري:
لومړی ډول: په مشروعه مباحو لارو د هغه جادو ځای موندل، جادو ترې راویستل او باطلول، چې دا د جادو شوي کس د درملنې لپاره یو له خورا اغیزمنو لارو څخه ده [۱۹]. [۱۸] وګوره: زاد المعاد، ۴/ ۱۲۴، او البخاري مع الفتح، ۱۰/ ۱۳۲، ۵۷۶۵ شمیره، او مسلم، ۴/ ۱۹۱۷، ۲۱۸۹ شمیره، او مجموع فتاوى ابن باز ۳/ ۲۲۸.
دویم ډول: شرعي دم او دعا چې ځینې یې په لاندې ډول دي [۲۰]: [۲۰] وګوره: فتح الحق المبين في علاج الصرع والسحر والعين، ۱۳۸ مخ.
لومړی: ((په دوو تیږو او یا بل څه د بیرې اووه پاڼې ټکول کیږي، د غسل کولو لپاره ورسره پوره اندازه اوبه ګډیږي او لاندې اذکار پرې لوستل کیږي:
أعوذُ باللهِ منَ الشَّيطانِ الرَّجِيم زه له رټل شوي شيطان نه په الله تعالی پورې پناه نيسم. {اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ} (الله (هغه ذات دی چې) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده پر وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازې، هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى پر وړاندې دي او پر هر هغه څه چې له دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى) البقره سورت: ۲۵۵ آیت.
{وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ (۱۱۷) (او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (۱۱۸) نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول. فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانقَلَبُوا صَاغِرِينَ (۱۱۹) نو هغه ساحران په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپك وګرځېدل. وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ (۱۲۰) او (جادوګر) وغورځول شول، چې سجده كوونكي وو قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۲۱) ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ} چې د موسٰى او هارون رب دی) الأعراف سورت، : ۱۱۷- ۱۲۲ آیتونه.
{وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ (۷۹) او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر) جادوګر راولئ فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ أَلْقُوا مَا أَنتُم مُّلْقُونَ (۸۰) نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ. فَلَمَّا أَلْقَوْا قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ (81) پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي. وَيُحِقُّ اللَّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ} او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي. يونس سورت: ۷۹- ۸۲آیتونه.
{قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَىٰ (۶۵) (دوی وویل: اى موسٰی! یا به ته (امسا) غورځوې، یا به مونږ شو اول له هغه چا چې (امسا) غورځوي. قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ (۶۶) ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي. فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَىٰ (۶۷) نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله. قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَىٰ (۶۸) مونږ (ده ته) وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه هم ته ښه غالب يې. وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَىٰ (۶۹) او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه ښویه تېر كړي چې دوی جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي. فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَىٰ} نو ساحران وغورځولى شول، سجده كوونكي، ويې ويل: مونږ د هارون او موسٰی په رب ایمان راوړ). طه سورت: ۶۵- ۷۰ ایتونه.
بسم الله الرحمن الرحيم ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو (۱) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ (۲) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3 او نه تاسو د هغه ذات خالص عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم (۳) وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى (۴) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم (۵) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ} ستاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دی).
بسم الله الرحمن الرحيم {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى (۱) اللَّهُ الصَّمَدُ هم دا الله بې نیازه (بې حاجته) دى (۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ نه يې (څوك) زېږولى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى (۳) وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ} او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته)
بسم الله الرحمن الرحيم ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم (۱) مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى (۲) وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي (۳) وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ او له شر د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي کوونکې دي (۴) وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ}. او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي.
بسم الله الرحمن الرحيم {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ {ووايه: د (ټولو) خلكو رب پورې پناه غواړم (۱) مَلِكِ النَّاسِ چې د خلقو بادشاه دى. إِلَهِ النَّاسِ د خلقو (حقیقي) معبود دى (۳) مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي (۴) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ هغه چې د خلکو په سینو كې وسوسې اچوي (۵) مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ} چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي.
کله یې چې په اوبو یاد اذکار وویل نو درې ځلې به یې وڅښي او په پاتې اوبو به غسل وکړي چې ان شاء الله ناروغتیا به یې له منځه ولاړه شي، که دویم ځلې یا له دوو زیات د دې کار بیا کولو ته اړتیا ولېدل شوه، تکرار دې کړي، تر دې چې ناروغي له منځه لاړه شي، دا نسخه ډیره عملي شوې او ګټه یې درلودلې ده، دا د هغه چا لپاره هم ښه درملنه ده چې له خپلې مېرمنې څخه بند شوی وي [۲۱]. [۲۱] وګوره: فتاوى ابن باز، ۳/ ۲۷۹، او فتح المجيد، ۳۴۶ مخ، او: الصارم البتار في التصدي للسحرة والأشرار. د: وحيد عبدالسلام، ۱۰۹- ۱۱۷مخونه، چې هلته یو لوی او ان شاء الله ګټور دم ذکر شوی دی، او همدا رنګه د عبد الرزاق مصنف، ۱۱/ ۱۳ وګورئ، او فتح الباري د ابن حجر، ۱۰/ ۲۳۳.
دویم: سورَةَ الْفَاتِحَةِ،آيَةَ الْكُرْسِيِّ، د الْبَقَرَة سورت دوه وروستي آیتونه، الإِخْلاَصِ، او مُعَوِّذَتَيْن سورتونه، دا ټول درې ځلې یا له دریو څخه زیات لوستل کیږي، چوف کیږي او ښی لاس په دردمن ځای راښکل کیږي [۲۲]. [۲۴] مسلم، ۴/ ۱۷۲۸، ۲۲۰۲ شمېره روایت کړی دی.
دریم: تعوذات، دمونه او جامعه دعاګانې: [۲۲] وګوره: بخاري د الفتح له شرحې سره، ۹/ ۶۲، ۵۰۱۶ شمیره، او مسلم، ۴/ ۱۷۲۳، شمیره ۲۱۹۲، او بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۲۰۸.
1- أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ العَرْشِ العَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ (سبع مرات)[۲۳]. د لوی الله او د لوی عرش له رب څخه تا ته د شفاء غوښتنه کوم (اوه ځلې). [۲۳] أبو داود، ۳/ ۱۸۷، په ۳۱۰۶ شمیره، او ترمذي، ۲/ ۴۱۰، په: ۲۰۸۳ شمیره، او ألباني په خپل صحيح الجامع، ۵/ ۱۸۰ کې صحیح بللی، او ۳۲۲، او په: صحيح سنن أبي داود، ۲/ ۲۷۶ کې.
۲ - ناروغ د خپل بدن په دریدلي ځای لاس ږدي او درې ځلې ((بسم الله)) وایي او بیا اووه ځلې: ((أَعُوذُ بِالله وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ)) وایي. (یعنې په الله او د هغه په ځواک د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې ماته رارسیدلی او زه ترې ویره لرم) [۲۴]. [۲۷] مسلم ۴/ ۱۷۲۸، په ۲۷۰۹ شمېره روایت کړی دی.
۳- «اللَّهُمَّ رَبَّ النَّاسِ،أَذْهِبِ الْبَأْسَ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لاَ شِفَاءَ إِلاَّ شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لاَ يُغَادِرُ سَقَمًا». (اې د خلکو ربه، دردونه لرې کړه او شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا چې ناروغي نه پریږدي)[۲۵]. [۶۸] بخاري د الفتح سره، ۱۰/ ۲۰۶، ۵۷۴۵ شمیره، او مسلم، ۴/ ۱۷۲۴، په: ۲۱۹۴ شمیره.
۴- «أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لاَمَّةٍ». (پناه نیسم الله په بشپړو کلمو سره - چې ساتنه مې وکړي - له هر شیطان او هرې مضرې حشرې او حیوان څخه، او له هرې مضرې سترګې څخه)[۲۶]. [۲۶] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۶/ ۴۰۸، په ۳۳۷۱ شمېره.
۶- «أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ: مِنْ غَضَبِهِ، وَعِقَابِهِ، وَشَرِّ عِبَادِهِ، وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ، وَأَنْ يَحْضُرُونِ». «د الله تعالی په بشپړو کلمو سره پناه نیسم د هغه له غصې، سزا او د هغه د بندګانو له شر او د شیطانانو له وسوسو څخه او دا چې (شيطانان) زما په چارو کې راګډ شي» [۲۸]. [۲۸] أبو داود، په ۳۸۹۳ شمیره، او ترمذي په ۳۵۲۸ شمیره روایت کړی، او ألباني په خپل صحيح الترمذي کې په ۳/ ۱۷۱ کې حسن ګڼلی دی .
۷- «أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ الَّتِي لَا يُجَاوِزُهُنَّ بَرٌّ وَلَا فَاجِرٌ، مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ، وَبَرَأَ، وَذَرَأَ، وَمِنْ شَرِّ مَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ، وَمِنْ شَرِّ مَا يَعْرُجُ فِيهَا، وَمِنْ شَرِّ مَا ذَرَأَ فِي الْأَرْضِ، وَمِنْ شَرِّ مَا يَخْرُجُ مِنْهَا، وَمِنْ شَرِّ فِتَنِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَمِنْ شَرِّ كُلِّ طَارِقٍ إِلَّا طَارِقًا يَطْرُقُ بِخَيْرٍ يَا رَحْمَنُ». «د الله په بشپړو کلمو (چې نه کمیږي، نه بدلیږي او په هر څه اغیز پریږدي) او هیڅ مخلوق ترې تېریدلی نه شي - نه نېک، نه فاسق، نه جن او نه انس (زه پدې کلمو) د هر هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې الله پېدا کړی لکه: (انسان، جن، حیوان یا هر موجود) او هغه چې ډیر کړي او خپاره کړي یې دي او هغه چې له عدم څخه یې راویستي، یا یې ځانګړی خلقت ورکړی) یعنې د هر مخلوق له شر څخه. زه پناه غواړم د هر هغه شي له شر څخه چې له آسمانه راکوزیږي (لکه: باران، واوره، تندر، عذاب، ملایکې، ازمېښتونه او داسې نور...) او د هر هغه شي له شر څخه چې آسمان ته خیږي (لکه: بد عملونه او داسې نور..) زه پناه غواړم د هر هغه شي له شر څخه چې الله په ځمکه کې خپور کړی (د ځمکې ټول موجودات) او د هغه څه له شر څخه چې له ځمکې راوځي (لکه: زلزله اور ..) او زه پناه غواړم د شپې له ازمېښتونو، فتنو او شرونو څخه) او زه پناه غواړم د هر هغه ناببره راتلونکي شي له شره چې په شپه یا ورځ کې دروازه ټکوي، مګر دا چې د خېر لپاره دروازه راوټکوي. ای مهربان ذاته»[۲۹]. [۲۹] د أحمد مسند، ۳/ ۱۱۹، په ۱۵۴۶۱ شمیره، په صحیح اسناد سره، او ابن السني، په: ۶۳۷ شمېره، او وګورئ: مجمع الزوائد، ۱۰/ ۱۲۷، همدارنګه الباني په: سلسلة الأحاديث الصحيحة، ۷/ ۱۹۶ کې صحیح ګڼلی دی.
۸- «اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمَوَاتِ السَّبْعِ، وَرَبَّ الأَرْضِ، وَرَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلِّ شَيْءٍ، فَالِقَ الْـحَبِّ وَالنَّوَى، وَمُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ، أَنْتَ الْأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الْبَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ ...». «ای الله! د اوو آسمانونو ربه، د ځمکې ربه، د ستر عرش ربه! زموږ او د هر شي ربه! دانې او زړې یا د هستې چوونکیه ذاته، د تورات، انجیل او قرآن نازلوونکیه، زه د هر هغه شي له شره پر تا پناه نیسم چې واګي یې ستا په لاس کې دي (ځکه) ته اول یې، نو له تا نه مخکې هېڅ شی نشته، ته آخر یې، له تا نه وروسته هېڅ شی نشته، ته ظاهِر یې، نو له تا پورته هېڅ شی نشته، ته باطن یې، نو له تا لاندې هېڅ شی نشته» [۳۰]. [۳۰] مسلم، ۴/ ۲۰۸۴، په ۲۷۱۳ شمیره روایت کړی.
۹- « بِسْمِ اللَّهِ أرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، وَمِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ، بِسمِ اللَّهِ أَرقِيكَ». «د الله په نامه دې د هر هغه شي (له شر) څخه دمهوم چې تا ته ضرر رسوي، او د هر نفس یا د کېنه لرونکي انسان د سترګو (نظر) له شر څخه. الله دې تا روغ کړي، د الله په نامه دې دمهوم»[۳۱]. [۳۱] مسلم له أبو سعيد رضي الله عنه څخه په ۴/ ۱۷۱۸، ۲۱۸۶ شمیره روایت کړی.
۱۰- «بِسْمِ اللَّهِ يُبْرِيكَ، وَمِنْ كُلِّ دَاءٍ يَشْفِيكَ، وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ، وَمِنْ شَرِّ كُلِّ ذِي عَيْنٍ» [۳۲]. «د الله په نوم (دې دمهوم) چې رغوي دي، او له هرې ناروغۍ روغتیا درکوي او د حسود له شره (دې خلاصوي) کله چې حسد وکړي، او د هر نظرباز انسان له شر څخه چې بد نظر ولري». [۳۲] مسلم له عائشې رضي الله عنها څخه په: ۴/ ۱۷۱۸، ۲۱۸۵ شمیره روایت کړی.
۱۱- «بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ حَسَدِ حَاسِدٍ، وَمِنْ كُلِّ ذِي عَيْنٍ اللَّهُ يَشْفِيكَ»[۳۳]. «د الله په نوم دې د هر شي (له شر څخه) دمهوم چې ضرر دررسوي، د کینه کوونکې (له شر څخه) کله چې کینه کوي، او د هر نظرباز انسان (له شر څخه) الله دې تا روغ کړي». [۳۳] د ابن ماجه سنن، ۳۵۲۷ شمېره، د عبادة بن الصامت رضي الله عنه په روایت چې علامه ألباني په صحیح ابن ماجه کې صحیح ګڼلی دی، ۲/ ۲۶۸.
او دا تعوذات، دعاګانې او دمونه د جادو، بد نظر، پيریاني انسان او ټولو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کیږي، نو دا د الله تعالی په اجازه جامع او ګټور دمونه دي.
دریم ډول: که شونې وه په هغه ځای یا غړي کې ښکر لګول چې د سحر اغیزه پرې ښکاره شوي وي، که ناشونې وه نو وړاندې یاده شوې درملنه بسنه کوي، الحمد لله. [۳۴]. [۳۴] وګورئ: زاد المعاد، ۴/ ۱۲۵، او د سحر له کېدو وروسته ځینې نورې لارې هم شته که وکارول شي ګتورې به وي ان شاء الله. وګورئ: مصنف ابن أبي شيبة، ۷/ ۳۸۶- ۳۸۷، او فتح الباري، ۱۰/ ۲۳۳- ۲۳۴، او د عبد الرزاق مصنف، ۱۱/ ۱۳، او: الصارم البتار، ۱۹۴- ۲۰۰ مخونه، او السحر حقيقته وحكمه د دكتور مسفر الدميني، ۶۴- ۶۶ مخونه.
څلورم ډول: طبیعي درمل، ځینې نور طبیعي ګټور درمل هم شته چې قرآن او مطهره سنت پرې دلالت کوي، خو په دې شرط چې انسان یې په یقین، ریښتینولۍ او توجه سره وکاروي او عقیده ولري چې ګټه رسول د الله تعالی لخوا دي، نو چاته چې وغواړي ګټه پرې ور رسوي ان شاء الله، همدا رنګه ځینې نورې د بوټو مرکبې ګټور درمل شته چې په تجربه ولاړ دي، نو شرعا یې کارول باک نه لري، په دې شرط چې حرام نه وي.[۳۵]. [۳۵] وګوره:فتح الحق المبين في علاج الصرع والسحر والعين، ۱۳۹ مخ. [۴۶] وګورئ: په دې کتاب کې هغه یادونه وګورئ چې د جادو د درملنې په دویم ډول کې شوې ده.
او د الله تعالی په اذن له طبیعي ګټورو درملو څخه یو عسل (شهد) دي [۳۶]، او توره دانه [۳۷] او زمزم اوبه [۳۸]، او د اسمان (باران) اوبه؛ الله تعالی فرمایلي: {وَنَزَّلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ مُّبَٰرَكٗا} (او موږ له آسمانه بركتي اوبه را واورولې دي) ًق سورت: ۹ ایت. [۳۶] وګوره: فتح الحق المبين،۱۴۰مخ، او په عسلو درملنه په همدې کتاب کې راځي. [۳۷] وګوره: فتح الحق المبين، ۱۴۱ مخ، او په تورې دانې (حبة السوداء) سره درملنه په همدې کتاب کې راځي. [۳۸] وګوره: فتح الحق المبين، ۱۴۴ مخ، او په زمزم اوبو سره درملنه په همدې کتاب کې راځي.
او د زیتون تېل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كُلُوا الزَّيْتَ وَادَّهِنُوا بِهِ؛ فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ»، «تېل وخورئ (زیتون) او ځان پرې غوړ کړئ، یقینا چې هغه له مبارکې ونې څخه دي»[۳۹]، دا په تجربې، استعمال او لوستلو ثابته شوې چې دا غوره تېل دي [۴۰]، او له طبیعي درملو څخه: حمام کول، پاکوالی، او خوشبویي لګول دي [۴۱]. [۳۹] أحمد په: المسند، ۳/ ۴۹۷، کې په: ۱۶۰۵۵ شمېره، او ترمذي، په ۱۸۵۱ شمېره، او ابن ماجه په: ۳۳۱۹ شمېره، او ألباني په صحيح الترمذي، ۲/ ۱۶۶ کې صحیح بللی دی. [۴۰] وګوره: فتح الحق المبين في علاج الصرع والسحر والعين، ۱۴۲ مخ. [۴۱] وګوره: مخکینی ماخذ، ۱۴۵ مخ .
۲ - د نظر کېدو درملنه
د نظر کېدو درملنه په څو ډوله ده:
لومړی ډول: مخکې له نظر کېدو او دا څو ډولونه لري:
۱ - په اذکارو، دعاګانو او شرعي تعوذاتو سره هغه څوک دمول چې د نظر کېدو ویره یې وي، لکه څنګه چې په لومړي ډول؛ د سحر په درملنه کې تېر شول[۴۲]. [۴۲] وګورئ: هغه چې په دې کتاب کې د جادو د درملنې په اړه یادونه شوې ده.
۲- هغه چاته دعا کول چې د نظر کېدو ویره یې وي - کله چې د مسلمان ورور په ځان، مال، اولاد یا بل څه کې یو څه وویني چې سړی حیرانوي - نو باید د برکت دعا ورته وغواړي او ووایی: ((مَا شَاءَ اللَّهُ لاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَيْهِ))"هر څه چې الله وغواړي (هغه کیږي)، هیڅ ځواک (د الله تعالی د ځواک په مقابل کې) نشته مګر دا چې ځواک له الله سره دی، ای الله ته یې برکتي کړه"رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ((إِذَا رَأَى أَحَدُكُمْ مِنْ أَخِيهِ مَا يُعْجِبُهُ فَلْيَدْعُ لَهُ بِالْبَرَكَةِ)). «کله چې په تاسو کې چا د خپل (مسلمان) ورور داسې یو څه ولېدل چې حیرانوي یې، نو د برکت دعا دې ورته وکړي»[۴۳]. [۴۳] موطأ مالك، ۲/ ۹۳۸، ابن ماجه، ۲/ ۱۱۶۰، ۳۵۰۹ شمیره، أحمد، ۴/ ۴۴۷، په ۱۵۷۰۰ شمیره، او ألباني په صحيح ابن ماجه، ۲/ ۲۶۵ کې صحیح ګڼلی، او: زاد المعاد، ۴/ ۱۷۰، او: الصارم البتار في التصدي للسحرة والأشرار د شيخ وحيد عبد السلام، ۲۲۹- ۲۵۲ مخونه.
۳- هغه چا لره د محاسنو (ښایست یا ښایسته څیزونو) پټول چې د نظر کېدو ویره یې وي [۴۴]. [۴۴] وګورئ: د البغوي شرح السنة، ۱۳/ ۱۱۶، او زاد المعاد، ۴/ ۱۷۳.
دویم ډول: له نظر کېدو وروسته چې دا هم ډولونه لري:
۱- که چېرته نظرباز انسان وپېژندل شي نو باید اړ شي چې اودس وکړي، نظر وهلی انسان به یې د اودس په کارول شوو اوبو غسل کوي [۴۵]. [۴۵] وګوره: سنن أبي داود،۴/ ۹، په ۵۰۵۶ شمیره، او ألباني په: سلسلة الأحاديث الصحيحة، ۶/ ۶۱، کې صحیح ګڼلی. او زاد المعاد، ۴/ ۱۶۳، وګوره: الوقاية والعلاج من الكتاب والسنة د: محمد بن شايع، ۱۴۴-۱۴۷مخونه.
۲ - د لاندې اذکارو زیات ویل: {قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ}، معوذتین (الفلق او الناس) سورتونه، الحمد لله، آیت الکرسي، د البقره سورت دوه وروستي آیتونه او نورې مشروعه دعاګانې چې له چوف کولو او پر هغه ځای د ښي لاس له راښکلو سره چې دردمن وي، لکه څنګه چې د سحر د درملنې په (ج) فقره کې تېر شول، له ۱- ۱۱ شمېرو پورې [۴۶]. [۵۷] وګوره: په دې کتاب کې: د سحر دویم ډول درملنه.
۳- ((له چوف کولو سره اوبه دموي او ناروغ یې ترې څښي او پاتې شوي اوبه په مریض د پاسه اړول کیږي[۴۷]، یا تېل دموي او ناروغ پرې ځان غوړوي [۴۸]، او که شونې وه نو زمزم او یا د باران اوبه دمول بشپړه طریقه ده [۴۹]، [۵۰]. [۴۷] سنن أبي داود، ۴/ ۱۰، ۳۸۸۵ شمېره، رسول الله صلى الله عليه وسلم دا کار د ثابت ابن قيس رضي الله عنه لپاره کړی دی، خو علامه الباني دا حدیث په: ضعيف أبي داود کې په: ۸۳۶ شمېره ضعیف کړی دی. [۴۸] مسند أحمد، ۳/ ۴۹۷، په ۱۶۰۵۵شمېره، او ألباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة ۱/ ۱۰۸ کې په: ۳۷۹ شمیره صحیح ګڼلی دی . [۴۹] وګورئ: هغه څه چې پورته د جادو د درملنې په څلورم ډول کې په دې کتاب کې ذکر شوي دي. [۵۲] وګوره: د دې کتاب د سحر دویم ډول درملنه.
۴- د ناروغ لپاره د قرآن کریم آیتونه لیکل، بیا یې مینځل او څښل کوم باک نلري [۵۱] چې له دې څخه فاتحه، د الکرسي، او د البقره سورت دوه وروستي آیتونه شامل دي. {قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ}، معوذتین (الفلق او الناس سورتونه) او د دمولو هغه دعاګانې چې د سحر د درملنې په دویم ډول کې ذکر شوي دي، فقره (ب) او (ج) له ۱ - ۱۱ شمېرې پورې [۵۲]. [۵۱] وګوره: زاد المعاد د ابن القيم، ۴/ ۱۷۰، او فتاوى ابن تيمية، ۱۹/۶۴. [۵۰] وګورئ: هغه څه چې پورته د جادو د درملنې په څلورم ډول کې په دې کتاب کې ذکر شوي دي.
دریمه برخه: هغه اسباب کارول چې د کینه ګر انسان نظر دفع کوي او په لاندې ډول دي:
۱ - له شر څخه یې په الله پناه غوښتل.
۲ - له الله تعالی څخه ویره او د امر او نهی پرمهال یې له بنده څخه ساتنه: «احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ»[۵۳]. «ته الله په یاد لره، الله به ستا ساتنه وکړي». [۵۳] ترمذي په: ۲۵۱۶ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح الترمذي، ۲/ ۳۰۹ کې صحیح کړی دی.
۳ - په نظرباز انسان صبر کول، هغه ته بښنه کول، چې نه به ورسره جګړه کوي او نه به ترې شکایت کوي او د ازارولو په اړه به یې فکر نه کوي.
۴ - پر الله جل جلاله توکل، او څوک چې په الله توکل کوي، هغه ذات ورته بسنه کوي.
۵ - له کینه ګر څخه به ویره نه کوي، او خپل زړه به د هغه په اړه له سوچونو او فکرونو نه ډکوي، او دا تر ټولو ګټور درمل دي.
۶ - الله تعالی ته توجه کول، هغه ته مخلص کېدل او د هغه د خوښۍ پلټنه.
۷ - له ګناهونو توبه کول؛ ځکه چې ګناهونه پر انسان دښمن برلاسی کوي: {وَمَآ أَصَٰبَكُم مِّن مُّصِيبَة فَبِمَا كَسَبَتۡ أَيۡدِيكُمۡ وَيَعۡفُواْ عَن كَثِير} (او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسې د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم). الشورى سورت: ۳۰ آیت.
۹ - تر خپلې وسې صدقه او نیکي کول؛ ځکه چې دا د مصیبتونو، نظر، او کینهګر انسان د شر په دفع کولو کې حیرانوونکې اغیزې لري.
۹- د کینهګر، سرکښ او ضرري انسان سره د نیکۍ په کولو د هغه (د شرارت) اور وژل، نو څومره چې د هغه شر، سرکښي او کینه زیاتیږي په همغومره اندازه ورسره نیکي زیاتوه، نصیحت ورته کوه، زړه پرې سوزه، خو دا کارونه د هر چا د وسې پوره نه دي مګر هغه څوک چې د الله تعالی سره یې (د اجر) برخه ډیره لویه وي.
۱۰ - یوازې الله تعالی په یووالي سره منل او هغه ذات ته مخلص پاتې کېدل چې برلاسی او د حکمت خاوند دی او هېڅ شی د هغه له اجازې پرته تاوان او ګټه نه شي رسولی، او هغه د دغو ټولو چارو خاوند دی او ټول اسباب د هغه په اذن څرخیږي، نو توحید د الله هغه حصینه قلعه ده چې څوک ورننوت هغه په امن کې شو.
نو دا هغه لس اسباب دي چې د کینه ګر، سترګور او ساحر انسان شر پرې دفع کیږي[۵۴]. [۵۴] وګوره: د ابن القيم بدائع الفوائد، ۲/ ۲۳۸- ۲۴۵.
۳ - د پېریاني انسان درملنه (هغه انسان چې پېریان پرې راځي).
د هغه چا درملنه چې پیریان پرې راځي او ورسره کیږي په دوه ډوله ده:
لومړی ډول: وړاندې له دې چې پیریان ورسره شي:
د مخنیوي یوه چاره یې د ټولو فرایضو او واجباتو ساتنه او له ټولو حرامو ځان ژغورل، له ټولو ګناهونو توبه کول او په اذکارو، دعاګانو او مشروعه تعوذاتو سره ځان ساتنه.
دویم ډول: د پېریانو له کېناستو وروسته درملنه:
دا د هغه مسلمان په لوستلو او دمولو کیږي چې د ژبې او زړه وینا یې یوه وي. او تر ټولو ستره درملنه په الحمد لله [۵۵]، آیة الکرسی، د البقره سورت دوه وروستي آیتونو او {قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ }، او {قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ }، او {قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ }، په اغیزمن انسان چوف کولو سره، او دا عمل درې ځلې او یا زیات تکرارول، او داسې نور قرآني آیتونه، ځکه چې په قرآن کې د زړه د ټولو ناروغیو شفا ده او د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت دی [۵۶]، او د دمولو دعاګانې د سحر د درملنې په دویم ډول درملنه کې د (ب) او (ج) [۵۷] ، په فقره کې ذکر شوي دي، او په دې درملنه کې باید خامخا دوه څیزونه وي: [۵۵] وګوره: سنن أبي داود، ۴/ ۱۳-۱۴، په ۳۸۹۶ شمیره، او أحمد، ۵/ ۲۱۰، په ۲۱۸۳۵ شمیره، او ألباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة کې په ۲۰۲۸ شمیره کې ذکر کړی دی. [۵۶] وګوره: الفتح الرباني د امام احمد د مسند ترتیب، ۱۷/ ۱۸۳.
لومړی د رنځور (پیریاني) کس لخوا د هغه د نفسي ځواک او الله تعالی ته په اخلاص د رجوع کولو او په زړه او خوله دواړو سره د پناه غوښتلو له لارې.
او دویمه چاره د معالج له نظره چې هغه هم همداسې وي، ځکه وسلې ته د وسلوال د ځواکمنۍ له مخې ارزښت ورکول کیږي [۵۸]. [۵۸] وګوره: رقية مطولة مفيدة في الصارم البتار، ۱۰۹-۱۱۷ مخ پورې، د شيخ وحيد عبد السلام، او وګورئ: زاد المعاد، ۴/ ۶۶-۶۹، او: إيضاح الحق في دخول الجني بالإنسي والرد على من أنكر ذلك للعلامة عبد العزيز بن عبد الله ابن باز، ۱۴ مخ، او د ابن تیمیة فتاوى، ۱۹/ ۹- ۶۵، او ۲۴/ ۲۷۶، والوقاية والعلاج من الكتاب والسنة د: محمد بن شايع، ۶۶-۶۹ مخونه او وګورئ: كيفية طرد الجن من البيت، الوقاية والعلاج. د: محمد بن شايع، ۵۹ مخ، او: عالم الجن والشياطين د الأشقر، ۱۳۰ مخ .
او که د رنځور (پيریاني) انسان په غوږ کې اذان وشي نو ښه ده؛ ځکه چې شیطان ترې تېښته کوي [۵۹]. [۵۹ ]وګوره: فتح الحق المبين في علاج الصرع والسحر والعين، ۱۱۲ مخ، او بخاري په ۵۷۴ شمیره .
۴- د رواني ناروغیو درملنه:
[۶۰] پدې اړه وګورئ: أسباب شرح الصدر في زاد المعاد، ۲/ ۲۳-۲۸، او: كتاب الوسائل المفيدة للحياة السعيدة. د: علامة عبد الرحمن بن ناصر السعدي رحمه الله.
د رواني ناروغیو [۶۰] او د سینې د تنګوالي ترټولو غوره درملنه، په لنډه توګه لاندې ده:
۱- هدایت او توحید، لکه څنګه چې ګمراهي او شرک د زړه د تنګستیا له سترو لاملونو څخه دي.
۲- د ریښتینې ایمان رڼا چې الله پاک یې د نیکو اعمالو سره یوځای د بنده په زړه کې اچوي.
۳- ګټور علم. هر څومره چې یو بنده ډېر علم ولري، هومره یې سینه پراخېږي.
۴- توبه او رجوع، الله تعالی ته رجوع کول، له هغه سره په ټول زړه مینه کول، هغه ته ورګرځېدل، او له عبادت څخه یې خوند اخیستل.
۵- په هر حالت او هر ځای کې په دوامداره توګه الله تعالی یاد ساتل، ځکه چې ذکر د سینې په خلاصېدو، د زړه خوشحالېدو او د اندېښنو او غمونو په لرې کولو کې حیرانوونکې اغیزه لري.
۶- له خلکو سره په بېلابېل ډول مهربانۍ چلند کول، تر ممکنه حده هغوی ته ګټه رسول. سخي او مهربان کس تر ټولو لوی زړه، مهربان نفس او تر ټولو ښایسته او مهربان زړه لري.
۷- زړورتیا، ځکه چې زړور سړی پراخه سینه او پراخه زړه لري.
۸- د زړه کدورت [۶۱] لرې کول لکه: هغه بد صفتونه چې د انسان د تنګستیا او عذاب لامل کیږي لکه: حسد، کرکه، کینه، دښمني، جګړه او سرکښي، او یقینا چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د غوره انسان په اړه پوښتنه وشوه؟ نو هغه وویل: ((هر پاک زړی او رښتونی)) هغوی وویل: ریښتینی خو پیژنو خو مخموم القلب څه دی؟ هغه وفرمایل: ((هغه متقي، سپېڅلی، چې هېڅ ګناه او سرکشي، کینه او حسد ونه لري)) [۶۲]. [۶۱] وَدَغَلُ الشَّيْءِ: په یو څه کې د عیب شتون چې د فاسدېدو لامل یې ګرځي. [۶۲] ابن ماجه، ۴۲۱۶، او البانی په صحیح ابن ماجه ۲/۴۱۱ کې روایت کړی دی.
۹- له بې کاره کتلو، خبرو کولو، اورېدلو، ټولنیزو اړیکو، خوراک او خوب کولو څخه ځان ساتل، ځکه له دې شیانو ځان ساتل د سینې د خلاصیدو، د زړه د آرامتیا، اندیښنو او غمونو د لرې کیدو لامل دی.
۱۰- په یوه کار یا ګټورې زده کړې بوختېدل، ځکه چې زړه له خفه کېدو مشغولوي.
۱۱- د نن ورځې په کار تمرکز کول، د راتلونکي په اړه له اندیښنو او د تېر په اړه له خفګان څخه ډډه کول، بنده هڅه کوي هغه څه وکړي چې په دین او دنیا کې ورته ګټه رسوي، له خپل رب څخه د خپل هدف د بریالیتوب غوښتنه کوي او په کولو کې یې له هغه څخه مرسته غواړي، ځکه چې دا اندیښنه او غم کموي.
۱۲- په روغتیا روزۍ او د دواړو اړونده چارو کې له ځان څخه ښکته خلکو ته لېدل او هغو کسانو ته نه لېدل چې پورته دي.
۱۳- د تېرو سختیو هېرول، هغه چې نه شي کولی بېرته یې راوګرځوي، نو په اړه دې هېڅ فکر نه کوي.
۱۴- که بنده له کومې ستونزې سره مخ شي، نو باید پر ځان د خفګان کمولو لپاره تر ټولو بدې پایلې وارزوي او تر خپلې وسې یې فکري مخنیوی وکړي (له ځان سره دې ووایي چې له دې دې بده نه وي).
۱۵- زړه پیاوړی کول، او په هغو خیالاتو او وهمونو سره یې نه ربړول چې د ګډوډو فکرونو، تصوراتو او غصې کولو له امله رامنځته کیږي، او د شته نعمتونو له لاسه ورکولو فکر به نه کوي او نه دا چې بدې پېښې به رامنځته شي؛ بلکې چارې به الله ته سپاري او ګټور اسباب به کاروي او له الله تعالی څخه به د بښنې او هوساینې غوښتنه کوي.
۱۶- په الله تعالی د زړه باور ساتل، پر هغه توکل او ښه ګمان کول، ځکه څوک چې پر هغه توکل کوي، له وهمونو څخه نه اغیزمن کیږي. [۶۵] أبو داود، ۴/ ۳۲۴، په شمېره: ۵۰۹۰، او أحمد، ۵/ ۴۲، په: شمېره ۴۳۰، او ألباني په صحيح الجامع کې په: ۳۳۸۸ شمېره صحیح او په: صحيح سنن أبي داود، ۳/ ۲۵۱ کې صحیح کړی دی.
۱۷- هوښیار سړی پوهیږي چې د هغه صحیح ژوند د خوښۍ او د سکون ژوند دی، او دا چې ژوند ډیر لنډ دی، نو پر اندیښنو او غمونو کې له ښکیلتیا سره یې نه رالنډوي، ځکه چې دا د روغ ژوند برعکس حالت دی.
۱۸ - کله چې ورته کوم مصیبت ورسیږي نو د نورو دیني او دنیوي نعمتونو سره یې پرتله کوي چې ورکړل شوي دي، نو له پرتله کولو وروسته ورته معلومیږي چې په ډیری نعمتونو کې لا هم ژوند کوي، همدا رنګه هغه څه چی دی یې له پېښېدو ویره لري له هغه څه سره پرتله کوي چې په غالب ګمان له روغتیا څخه برخمن دی، نو اجازه نه ورکوي چې کمزوري احتمالات په پياوړي احتمالاتو غالبه شي، نو پدې سره یې خفګان او ویره له منځه ځي.
۱۹- هغه پوهیږي چې د خلکو ازارول ورته زیان نه رسوي، په ځانګړې توګه د بدو الفاظو په بڼه؛ بلکې هغوی ته خپله زیان رسوي، نو د هغو ټولو په اړه فکر نه کوي تر څو ورته زیان ورسوي.
۲۰ - د هغه څه په اړه فکر کوي چې په دین او دنیا کې ورته ګټه لري.
۲۱- بنده د هغې نیکۍ او مهربانۍ لپاره چې کړې یې ده د مننې غوښتنه نه کوي، بلکې د الله تعالی لپاره یې کوي، ځکه هغه پوهیږي چې دا د هغه له خوا له الله تعالی سره معامله ده، نو د هغه چا د مننې پروا نه کوي چې ښېګڼه یې ورسره کړې ده: {إِنَّمَا نُطعِمُكُم لِوَجهِ ٱللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُم جَزَآءٗ وَلَا شُكُورًا} (موږ يوازې د الله لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه). الإنسان سورت: ۹ آیت.
۲۲- په ګټورو چارو تمرکز کول، د هغوی د ترلاسه کولو لپاره کار کول، او زیان رسوونکو چارو ته پام نه کول، نو خپل ذهن او فکر پرې نه بوختوي.
۲۳- د اوسنیو کارونو پای ته رسول او د راتلونکي وخت لپاره ځان وزګارول، تر څو د راتلونکو کارونو لپاره په فکري او عملي بڼه پیاوړی اوسي.
۲۴- د کارونو او زده کړو له مینځه یې تر ټولو ګټور غوره کوي، په ځانګړې توګه هغه چې سخته لیوالتیا ورسره لري، او پدې کې له الله تعالی څخه مرسته غواړي او بیا یې په اړه سلا او مشوره کوي، نو کله چې ګټور ثابت شول اراده یې کوي او پر الله جل جلاله توکل کوي.
۲۵- د الله تعالی د ښکاره او پټو نعمتونو په اړه خبرې کول، ځکه د هغوی پیژندل او په اړه یې خبرې کول اندیښنې او غمونه لرې کوي، او بنده شکر ویستلو ته هڅوي.
۲۶- له خپلې میرمنې، خپلوانو، همکارانو او هر هغه چا سره چې اړیکه لرئ، که تاسو په دوی کې کومه نیمګړتیا ومومئ نو د هغوی د ښو ځانګړتیاوو سره یې پرتله کړئ، نو په دې کار سره به مو ملګرتیا دوام ومومي او زړونه به مو آرام شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((لا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقَاً، رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ))[۶۳]. «مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي». [۶۳] مسلم، ۲/ ۱۰۹۱، په شمېره ۱۴۶۹.
۲۷- د ټولو چارو د ښه والي لپاره دعا کول، چې تر ټولو لویه یې دا ده: ژباړه: (یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه). او همدا رنګه: ژباړه: (اې الله! زه ستا د رحمت هیله لرم، نو ما د سترګو د رپ په اندازه هم ځان ته مه پرېږده، او زما ټولې چارې سمې کړه، له تا پرته بل معبود نشته). [۶۴] مسلم، ۴/ ۲۰۸۷، په شمېره: ۲۷۲۰. [۸۹] أبو داود، ۴/ ۳۲۴، په ۵۰۹۲ شمیره، او أحمد، ۵/ ۴۲، په ۲۰۴۳۰ شمیره روایت کړی، او ألباني په: إرواء الغليل، ۳/ ۳۵۷ او أرناؤوط په المسند باندې په خپله څیړنه کې حسن ګڼلی ۳۴/ ۷۵.
۲۸ - د الله په لار کې جهاد کول: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «د الله په لار کې جهاد وکړئ؛ ځکه د الله تعالی په لار کې جهاد کول د جنت له دروازو څخه یوه دروازه ده، او الله تعالی پرې انسان له اندېښنو او غمونو څخه خلاصوي». [۶۶] أحمد، ۵/ ۳۱۴، ۳۱۶، ۳۱۹، ۳۲۶، ۳۳۰، په: ۲۱۶۲۴، ۲۲۶۸۰، ۲۲۷۳۲ روایت کړی او حاكم هم. او ذهبي سره موافقت کړی دی ۲/ ۷۵، او الباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة کې په: ۲/ ۲۷۴ شمیره صحیح ګڼلی دی.
او دا لاملونه او وسائل: د رواني ناروغیو لپاره ګټوره درملنه ده، او د هغه چا لپاره لویه رواني درملنه ده چې باور یې پرې کړی وي او په اخلاص او صداقت یې پرې عمل کړی وي، دا په داسې حال کې چې ځینو علماوو پرې د ډیری رواني ناروغیو درملنه کړې ده او الله تعالی پرې لویه ګټه وررسولې ده. [۶۷]. [۶۷] وګوره: مقدمة الوسائل المفيدة پنځم چاپ، ۶ مخ.
۵ - د زخم او ټپ درملنه
کله چې به یو کس له درد څخه شکایت کاوه، یا به یې زخم یا ټپ درلوده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به (پر هغه ځای) د ګوتې اېښودلو سره دا دعا ویله - سفیان خپله مسواکۍ ګوته په ځمکې کېښودله - بیا به یې پورته کړه او ویې ویل: ژباړه: «د الله د نوم په مرسته، زموږ د ځمکې خاوره، زمونږ د ځينو په لاړو – توکاڼو – سره زمونږ ناروغ ته شفا ورکول کیږي، زموږ د رب په اجازې سره» [۶۸]. [۲۵] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۲۰۶، ۵۷۵۰ شمېره، او مسلم، ۴/ ۱۷۲۱، په ۲۱۹۱ شمیره.
[۸۳] ویل کیږي: السُّخْط والسَّخَط: د رضایت خلاف. و قد سخط: یعنې غصه شو، نو هغه غصه کوونکی دی. او أسخطه: یعنې غصه یې کړ. او ویل کیږي: تسخط عطاءه، یعنې ځانته یې کړه او هیڅ ځای یې ترې ونه نیوه. او سخط سخطا، د تعب له باب څخه دی، او (السخط) په ضمې سره اسم دی، سَخِطْتُهُ وسخطت عليه وأَسْخَطْتُهُ فَسَخِطَ په وزن او معنی کې داسې دی لکه: أغضبته فغضب یعنې غصه کړ نو غصه شو. وګوره: الصحاح، ماده: سخط، او المصباح المنیر، د سخط ماده.
د حدیث معنا دا ده چې په مسواکۍ ګوته به خپلې لاړې واچوي، بیا به یې په خاورو کې راکش کړي چې یو څه ورپورې ونښلي، نو په زخمي یا دردمن ځای به یې راکاږي او د ګوتې راښکلو پر مهال به دا دعا وایي [۶۹]. [۶۹] وګوره: شرح النووي على صحيح مسلم، ۱۴/ ۱۸۴، او فتح الباري د ابن حجر، ۱۰/ ۲۰۸، او په زاد المعاد کې د حدیث مفصله تشریح وګوره: ۴/ ۱۸۶-۱۸۷. [۸۴] یعنې: مسلمان انسان.
۶- د آفت یا مصیبت درملنه
(نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې د موجود کولو د هغې نه، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده. لپاره د دې چې تاسو په هغه څه خفه نشئ چې له تاسو فوت شول او په هغه څه خوشاله نشئ چې تاسو ته هغه دركړل او الله نه خوښوي هېڅ كبرجن (او) فخر كوونكى). سورت الحديد، ۲۲-۲۳ ایتونه.
۲- ژباړه: (هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوک چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى). سورت التغابن، ایت: ۱۱.
۳- ژباړه: «هر بنده ته چې کوم مصیبت ورسیږي، او ووایي: مونږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځیدونکي یو، ای الله ماته زما په مصیبت اجر راکړه، او له هغه غوره راکړه- مګر دا چې الله تعالی به یې د مصیبت اجر ورکړي)) [۷۰]. [۷۰] مسلم، ۲/ ۶۳۳، په: ۹۱۸ شمیره روایت کړی.
۴- ژباړه: «کله چې د یو بنده ماشوم مړ شي، الله تعالی خپلو ملاېکو ته ووايي: آیا تاسو زما د بنده ماشوم واخیست؟ دوی وايي: هو. هغه ووايي: آیا تاسو د هغه د زړه میوه واخیسته؟ دوی وايي: هو. هغه ووايي: زما بنده څه وویل؟ دوی ووايي: هغه ستا ستاینه او استرجاع (یعنې إنا لله وإنا إليه راجعون یې وویل) یې وکړه[۷۱]، نو هغه وفرمایي: زما د بنده لپاره په جنت کې یو کور جوړ کړئ او د حمد (ستاینې) د کور نوم ورکړئ» [۷۲]. [۷۱] یعنې ویې ویل: الحمد لله، إنَّا لله وإنَّا إليه راجعون. [۷۲] ترمذي په: ۱۰۲۱ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح الترمذي کې په:۱/ ۲۹۸ صحیح ګڼلی دی.
۵- ژباړه: «الله تعالی فرمایي: زما مؤمن بنده زما سره له جنت پرته بله هېڅ بدله نه لري کله چې زه د دنیا په خلکو کې د هغه غوره شوی کس ورڅخه واخلم او هغه یې په صبر سره ومني» [۷۳]. [۷۳] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۱/ ۲۴۲، په: ۶۴۲۴ شمېره.
۶- او رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړي ته چې زوی یې مړ شوی و، وویل: "ایا خوښ نه ګڼې چې د جنت کومې دروازې ته راشې او هغه ستا په تمه وي" [۷۴]. [۷۴] أحمد، په: ۱۵۵۹۵ شمیره، او نسائي په: ۴/ ۲۳ شمیره په الجنائز، باب الأمر بالاحتساب والصبر عند نزول المصيبة کې په: ۱۸۷۰ شمیره روایت کړی، او سند یې د صحیح په شرط برابر دی، او ابن حبان په: ۸/ ۲۰۹ کې صحیح کړی، او ألباني په: صحيح الترغيب والترهيب کې په: ۲۰۰۷ شمیره روایت کړی او وګورئ: فتح الباري، ۱۱/ ۲۴۳.
۷- ژباړه: ((الله تعالی فرمایي: کله چې زه خپل بنده د هغه په دوو محبوبانو سره وازمایم او هغه صبر وکړي [او اجر له الله څخه وغواړي]، زه به هغوی ته په بدل کې جنت ورکړم)) موخه یې سترګي دي [۷۵]. [۷۵] بخاري د الفتح، ۱۰/ ۱۱۶ سره په: ۵۶۵۳ شمیره روایت کړی، او په سنن الترمذي کې د دوو قوسونو تر منځ په: ۲۴۰۰ شمیره روایت شوی، وګورئ: صحيح الترمذي، ۲/ ۲۸۶.
۸- ژباړه: "هېڅ مسلمان ته د ناروغۍ او یا بل شي له امله کړاو نه رسېږي، مګر دا چې الله تعالی یې په بدل کې گناهونه داسې رېژوي، لکه څنګه چې ونه خپلې پاڼې رېژوي" [۷۶]. [۷۶] بخاري د الفتح سره: ۱۰/ ۱۲۰، ۵۶۴۸ شمیره، او مسلم، ۴/ ۱۹۹۱، په: ۲۵۷۱ شمیره.
۹- «هېڅ مسلمان ته یو ازغی یا له دې څخه لوی (کړاو) نه رسیږي، مګر دا چې له امله یې ورته یوه درجه لوړیږي او یوه ګناه یې پاکیږي" [۷۷]. [۷۷] مسلم، ۴/ ۱۹۹۱، په: ۲۵۷۲ شمیره روایت کړی.
۱۰- ژباړه: «هېڅ مسلمان ته یو درد [۷۸] یا ستړیا [۷۹]، یا ناروغي او یا خفګان نه رسیږي آن یوه اندیښنه چې دی خفه کوي [۸۰]، مګر دا چې له امله به یې ورته ګناهونه وبښل شي»[۸۱]. [۷۸] الوصب : هغه درد چې تل د انسان سره مل وي، لدې څخه د الله تعالی دا قول دی چې فرمایي: (وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ) (او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى)، یعنې د تل لپاره مل. وګورئ: شرح النووي: ۱۶/ ۱۳۰. [۷۹] النصب : ستړیا. [۸۰] د "ی" توری په فتحې او د "ه" توري په ضمې سره "يَهُمُّه"، او "يُهَمه" هم ویل شوي یعنې د "ي" توري په ضمې او د "ه" توري په فتحې سره، یعنې غمجن کوي یې، او دواړه سم دي. د صحیح مسلم په اړه د النووي شرح وګورئ، ۱۶/۱۳۰. [۸۱] مسلم، ۴/ ۱۹۹۳، په: ۲۵۷۳ شمیره.
۱۱- «بېشکه د بدلې لوی والی د ازموينې له لوی والي سره وي، کله چې الله تعالی کوم قوم سره مينه ولري؛ نو هغوی امتحانوي، څوک چې راضي شو نو د هغه لپاره رضامندي ده، او څوک چې ناراضه شو نو هغه لره نارضایتي ده» [۸۲] [۸۳]. [۸۵] ترمذي، په: ۲۶۹۸ شمیره، او ابن ماجه په: ۴۰۲۳ شمیره روایت کړی، اوألباني په صحيح الترمذي، ۲/ ۲۸۶ کې حسن ګڼلی.
۱۲- « ... او تر هغه پورې یو سړی امتحانیږي [۸۴] تر دې چې پر ځمکه به ګرځي په داسې حال کې چې هېڅ ګناه به نه لري» [۸۵]. [۸۲] ترمذي، په: ۲۳۹۶ شمیره، او ابن ماجه په: ۴۰۳۱ شمیره روایت کړی، اوألباني په صحيح الترمذي ۲/ ۲۸۶ کې حسن ګڼلی.
۷- د غم او خفګان درملنه
۱ - هر بنده ته چې غم او خفګان ورسیږي او ووایي: ژباړه: «یا الله! زه ستا بنده، ستا د بنده او ستا د وینځې زوی یم، زما ټنډه (د تندې ویښتان) ستا په لاس کې دي، ستا حکم پر ما جاري دی، ستا پرېکړه زما په اړه عادلانه ده، ستا په ټولو هغو نومونو له تا څخه سوال کوم، چې تا پرې خپل ځان نومولی، او یا دې له خپلو بندګانو څخه چاته ښودلي دي، او یا دې په خپل کتاب کې رالېږلي دي، او یا دې په پټ علم کې له ځان سره ساتلي، دا چې قرآن کریم زما د زړه پسرلی، او زما د سینې رڼا او زما د غمونو لرې کوونکی او زما د مصیبت او پریشانۍ له منځه وړونکی وګرځوه»، مګر دا چې الله تعالی به یې خفګان او غم ورڅخه لرې کړي، او پر ځای به یې خوشحالي ورکړي» [۸۶]. [۸۶] أحمد،۱/ ۳۹۱، په :،۳۷۱۲ شمیره روایت کړی، او ألباني په: صحيح الترغيب والترهيب کې په: ۱۸۲ شمیره صحیح ګڼلی دی.
۲- ژباړه: (اې الله! زه له پرېشانۍ، غم، کمزورۍ او لټۍ، بخل او بزدلۍ، او د پور له شدت، او د خلکو د قهر او تسلط څخه تا ته پناه دروړم). [۸۷] بخاري، ۷/ ۱۵۸، په ۲۸۹۳ شمیره روایت کړی چې رسول صلى الله عليه وسلم به دا دعا زیاته ویله، وګوره: بخاري د الفتح سره، ۱۱/ ۱۷۳.
۸ - د سختۍ درملنه
۱- ژباړه: (نشته د عبادت وړ پر حقه پرته له لوی او زغم لرونکي ذات څخه، نشته د عبادت وړ په حقه سره پرته له الله تعالی څخه، چې د لوی عرش څښتن دی، نشته د عبادت وړ پرته له الله تعالی څخه، چې د آسمانونو، ځمکې او د عزتمن عرش رب دی). [۸۸] بخاري، ۷/ ۱۵۴، په ۶۳۴۶ شمیره، او مسلم، ۴/ ۲۰۹۲، په ۲۷۳۰ شمیره روایت کړی.
۲-
ژباړه: «اې الله! زه ستا د رحمت هیله لرم، نو ما د سترګو د رپ په اندازه هم ځان ته مه پرېږده، او زما ټولې چارې سمې کړه، له تا پرته بل معبود نشته».
۳- ژباړه: «نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاک يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم». [۹۰] ترمذي، ۵/ ۵۲۹، په ۳۵۰۵ شمیره، او حاكم روایت کړی، اوصحیح کړی دی او ذهبي ورسره موافقه کړې ده ۱/ ۵۰۵، او ألباني په صحيح الترمذي، ۳/ ۱۶۸ کې صحیح ګڼلی.
۴- «الله، الله مې رب دی، هېڅ شی ورسره نه شریکوم». [۹۱] أبو داود، ۲/۸۷، په ۱۵۲۵ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح ابن ماجه، ۲/ ۳۳۵، او صحيح الترمذي، ۴/ ۱۹۶ کې صحیح کړی دی.
۹- د ناروغ پخپله د ځان علاج کول
«خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ». ژباړه: «زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېره لرم»[۹۲]. [۹۲] مسلم، ۴/ ۱۷۲۸، په ۲۲۰۲ شمیره روایت کړی.
۱۰- د ناروغ درملنه د هغه د پوښتنې کولو سره.
«هر مسلمان چې د یوه ناروغ پوښتنې ته ورشي - چې اجل یې نه وي راغلي - او اووه ځلې پرې دا دعا ووايي: «أَسْأَلُ اللهَ الْعَظِيمَ، رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ» «د لوی الله څخه سوال کوم- هغه رب - چې د لوی عرش څښتن دی، چې شفا درکړي» مګر دا چې روغ به شي»[۹۳]. [۹۳] ترمذي، په ۲۰۸۳ شمیره، او أبو داود، په ۳۸۹۳ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح الترمذي ۲/ ۲۱۰، او صحيح الجامع ۵/ ۱۸۰ کې صحیح کړی دی.
۱۱- په خوب کې د اضطراب او ویرې درملنه
ژباړه: «د الله تعالی په بشپړو کلمو سره پناه نیسم د هغه له غصې، سزا او د هغه د بندګانو له شر او د شیطانانو له وسوسو څخه او دا چې (شيطانان) زما په چارو کې راګډ شي». [۹۴] أبو داود، ۴/ ۱۲، په ۳۸۹۳ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح الترمذي ۳/ ۱۷۱ کې صحیح کړی دی.
۱۲- د تبې درملنه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «تبه د جهنم له ګرمۍ څخه ده نو په (يخو) اوبو يې سړه کړئ». [۹۵] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۱۷۴، په ۳۲۶۴ شمیره، او مسلم ۴/ ۱۷۳۳، په ۲۲۱۰ شمیره روایت کړی دی.
۱۳- د (مچیو او داسې نورو، مار او داسې نورو) د چیچلو درملنه
۱ - فاتحه سورت لوستل کیږي، په خوله کې لاړې راټولیږي او د نېښ پر ځای یې توف کوي [۹۶]. [۹۶] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۲۰۸، كتاب الطب، باب رقية النبي صلى الله عليه وسلم.
۲- په اوبو او مالګې سره یې مږي او دا دعا پرې وایئ: ژباړه: (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اې كافرانو!) او معوذتین [۹۷]. [۹۷] طبراني په: المعجم الصغير، ۲/ ۸۳۰ کې روایت کړی، او هيثمي یې په مجمع الزوائد، ۵/ ۱۱۱ کې اسناد حسن ګڼلی، او ألباني په سلسلة الأحاديث الصحيحة په ۵۴۸ شمیره صحیح کړی دی.
۱۴- د غوسې درملنه
د غوسې درملنه په دوه لارو کېدای شي:
لومړۍ لاره: مخنیوی
دا د غوسې د لاملونو څخه په ډډې کولو سره کیږي لکه: تکبر، ځان ستاینې، فخر، ناوړه حرص، نامناسبه ټوکې، مسخرې او داسې نور.
دویمه لاره: د غوسې پر مهال درملنه
دا په څلورو ډولونو کې محدودیږي:
په الله تعالی له رټلی شوي شیطان څخه پناه غوښتل.
اودس.
د غوسې حالت بدلول: په کېناستو، څملاستلو، وتلو، له خبرو ډډې کولو، یا بل څه سره.
د هغه څه را په زړه کول چې د غوسې د زغم د ثواب په اړه راغلي دي، او هغه سپکاوی چې د غوسې د پایلې په اړه راغلي دي [۹۸]. [۹۸] دا تفصیل د صحیحه دلایلو سره وګورئ: آفات اللسان: ۱۱۰-۱۱۲ مخونه، او الحكمة في الدعوة إلى الله: ۶۴-۶۶ مخونه.
۱۵- په تورې دانې سره درملنه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په توره دانه کې له مرګ پرته د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته». ابن شهاب وويل: "السام د مرګ معنی لري، او توره دانه شونیز ده" [۹۹]، او حبة السوداء (توره دانه) ډیرې ګټې لري، او د هغه دا وینا - ((شِفَاءً مِنْ كُلّ دَاءٍ)) یعنې د هر مرض درملنه ده - داسې ده لکه الله تعالی چې فرمایي: ژباړه(د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي)، الأحقاف سورت: ۲۵ آیت، يعنې هر هغه څه چې له منځه وړل کېدای شي او د هغه په څېر نور [۱۰۰]. [۹۹] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۱۴۳، ۵۶۸۸ شمېره، او مسلم په: ۱۷۳۵ کې په ۲۲۱۵ شمیره روایت کړی. [۱۰۰] وګوره: زاد المعاد، ۴/ ۲۹۷، او الطب من الكتاب والسنة د علامة موفق الدين عبد اللطيف البغدادي، ۸۸ مخ.
۱۶- په شاتو درملنه
۱- الله تعالی د مچۍ په اړه فرمایلي: ژباړه: (د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بې شكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي). سورت النحل، ایت ۶۹.
۲ - او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"شفا په دریو شیانو کې ده: د حجامت په ښکر، د شاتو په ګوټ او په اور داغولو کې، خو زه خپل امت له داغولو څخه منع کوم" [۱۰۱]. [۱۰۱] بخاري د الفتح له شرحې سره، ۱۰/ ۱۳۷، په ۵۶۸۱ شمیره، او وګورئ: فوائد العسل په زاد المعاد، ۴/ ۵۰-۶۲، او الطب من الكتاب والسنة د علامة موفق الدين عبد اللطيف البغدادي کې ۱۲۹-۱۳۶ مخونه .
۱۷- د زمزم په اوبو سره درملنه
۱- د زمزم د اوبو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه: "دا برکتناکې دي، دا د تغذیې لپاره خواړه [او د ناروغۍ لپاره درملنه ده]" [۱۰۲]. [۱۰۲] مسلم، ۴/۱۹۲۲، په ۲۴۷۳ شمیره روایت کړی، او هغه څه چې د قوسونو ترمنځه دي؛ البزار، ۲/۸۶، او البیهقي په السنن الکبری، ۵/۱۴۷، او الطبراني په المعجم الاوسط، ۳/۲۴۷ کې راوړي دي، او سند یې صحیح دی. وګورئ: مجمع الزوائد، ۳/۲۸۶.
۲- او له جابر رضی الله عنه حدیث څخه مرفوع حدیث دی چې: ژباړه: «زمزم اوبه د هر هغه مقصد لپاره دي؛ د کوم لپاره چې څښل کیږي» [۱۰۳]. [۱۰۳] ابن ماجه، ۳۰۶۲، او نورو روایت کړی، او الباني په صحيح ابن ماجه، ۲/۱۸۳، او ارواء الغليل، ۴/۳۲۰ کې صحیح کړی دی.
۳- او له هغه صلی الله علیه وسلم څخه ثابته ده چې هغه به : زمزم اوبه له ځان سره په کوزو [۱۰۴] او ژیو کې ګرځولې، او په ناروغانو به یې اچولې او په هغوی به یې څښلې». [۱۰۵] ابن القیم رحمه الله فرمایلي: ((ما او نورو د زمزم په اوبو سره د شفا په برخه کې حیرانونکي شیان تجربه کړي دي، او ما پرې د څو ناروغیو درملنه کړې ده او د الله جل جلاله په اجازه [۱۰۶] روغ شوی یم [۱۰۷]. [۱۰۴] الإداوَةُ: د طهارت لوښی (کوزه یا لوټه)، جمع یې الأدَاوَى ده. مختار الصحاح، ۱/۱۱. [۱۰۵] ترمذي، ۱/ ۱۸۰، په: ۹۶۳ شمیره، او بيهقي، ۵/ ۲۰۲ کې روایت کړی او ألباني په صحيح الترمذي، ۱/ ۱۸۴ کې، او سلسلة الأحاديث الصحيحة، ۲/ ۵۷۲، کې په ۸۸۳ شمیره صحیح کړی، او زاد المعاد، ۴/ ۳۹۲ کې. [۱۰۶] او له حجازیانو پرته نور وایي: «فَبَرِئْتُ». وګوره: النهاية في غريب الحديث، ۱/ ۱۱۱. [۱۰۷] زاد المعاد، ۴/ ۳۹۳، و ۱۷۸.
۱۸- د زړه د ناروغیو درملنه
زړونه درې ډوله دي:
۱- سالم زړه: دا هغه زړه دی چې د قیامت په ورځ به هېڅوک ونه ژغورل شي پرته له هغو کسانو چې الله تعالی ته له دې سره ورغلي وي، الله تعالی فرمايلي: ژباړه: (په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن. مګر هغه څوک چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى) الشعراء سورت : ۸۸-۸۹ آیتونه.
سالم زړه هغه دی چې د الله تعالی د احکامو او ممانعتونو سره په ټکر کې له هر شهوت او شک څخه پاک وي، او له هرې هغې شبهې پاک وي چې د هغه د خبر سره په تعارض کې وي، نو د بل چا له بندګۍ څخه پاک وي، او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پرته د بل چا قضاوت ته له تسلیمیدو خلاص وي.
لنډه دا چې، یو سالم او روغ زړه هغه دی چې د الله سره له هر ډول شریک جوړولو څخه پاک وي، بلکې، بندګي یې یوازې د الله لپاره وي: په ارادې، مینې، توکل، توبې، عاجزۍ، ویرې او امید کې. عمل یې یوازې د الله لپاره خالص وي، که مینه کوي نو د الله لپاره یې کوي، او که څوک بد ګڼي نو د الله لپاره یې بد ګڼي، او که کرکه کوي، نو د الله لپاره یې کوي، که ورکړه کوي، نو د الله لپاره وي، او که منع کوي، نو د الله لپاره منع کوي. نو ټول هم او غم یې د الله لپاره وي، د هغه ټوله مینه د الله لپاره وي، اراده یې د هغه لپاره وي، د هغه بدن د هغه لپاره وي، د هغه عملونه د هغه لپاره وي، ویده کېدل یې د هغه لپاره وي، بیداریدل یې د هغه لپاره وي، خبرې کول یې د هغه لپاره وي او د هغه په اړه خبرې کول ورته د نورو خبرو په پرتله ډیرې خوندورې وي، فکرونه یې د هغه د رضایت لپاره اوړي راوړي او د هغه څه په اړه چې هغه یې خوښوي، له الله تعالی څخه د داسې زړه سوال کوو [۱۰۸]. [۱۰۸] وګوره: إغاثة اللهفان من مصائد الشيطان د ابن القيم رحمه الله، ۱/ ۷، و ۷۳.
۲- مړ زړه: دا د لومړي زړه برعکس او هغه زړه دی چې خپل رب نه پیژني او نه د هغه د امر، خوښۍ او رضایت سره سم عبادت کوي، بلکې د خپلو مزو او چړچو په غم کې وي، که د هغه رب پرې خفه او غصه کیږي. نو دی په حقیقت کې له الله پرته د بل چا عبادت کوي، په مینې، ویرې، امید، خوښۍ، غوسې، درناوي او ذلت کې، که غصه کیږي نو د خپلو غوښتنو لپاره غصه کیږي، که څه خوښوي نو د خپلو خواهشاتو له مخې یې خوښوي، که ورکړه کوي نو د خپلو خواهشاتو له مخې یې ورکوي او که څه شی منع کوي نو د خواهشاتو پر اساس یې منع کوي، اقتدا یې د خواهشاتو پسې ده، سالار یې شهوت، ناپوهي یې لارښود او بې پروایي یې سپرلۍ ده، [۱۰۹] نو موږ له داسې زړه څخه په الله تعالی پورې پناه نیسو. [۱۰۹] وګوره: إغاثة اللهفان من مصايد الشيطان، ۱/ ۹.
۳- ناروغ زړه: دا هغه زړه دی چې ژوندی وي، خو په ناروغۍ اخته وي، دوه سرچینې لري چې دا ساتي: یو وخت دا او بل دا، هر لامل چې پرې بریالی شي (همغه طرف ته مایله کیږي)، په دې کې د الله تعالی سره مینه، پر هغه ایمان، د هغه په وړاندې اخلاص او پر هغه توکل دی: کوم چې د هغه د ژوند سرچینه ده، همدا رنګه د خواهشاتو سره مینه او ترلاسه کولو ته یې لیوالتیا، حسد، تکبر، غرور، ځان پورته نیولو سره مینه، او په ځمکه کې د مشرۍ له لارې فساد، منافقت، ځان ښودنه، کنجوسي او بخل یې د بربادۍ ماده ده. [۱۱۰] موږ له دې زړه څخه الله تعالی ته پناه وړو. [۱۱۰] وګوره: إغاثة اللهفان، ۱/ ۹.
په قرآن کریم کې د زړه د ټولو ناروغیو درملنه شته.
الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفاء او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). سورت يونس: ۵۷ آیت. او الله عزوجل فرمایلي: ژباړه: (او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان). سورت الإسراء: ۸۲ آیت.
او د زړونو ناروغۍ په دوه ډوله دي:
یو ډول یې هغه دي چې خاوند یې سمدلاسه درد نه احساسوي، کوم چې د ناپوهۍ، شکونو او شبهو ناروغي ده، دا د دواړو ډولونو لوی یو دی، مګر د زړه د فساد له امله نه احساسیږي.
او بل ډول یې هغه ده چې اوسمهال درد لري لکه: اندیښنه، غم، خفګان او کینه، چې کیدی شي په طبیعي درملو سره ښه شي، کله یې چې لاملونه له منځه لاړ شي. [۱۱۱] [۱۱۱] وګورئ: إغاثة اللهفان، ۱/ ۴۴.
او د زړه درملنه په څلورو لارو کیږي:
لومړۍ چاره: په قرآن کریم، یقینا قرآن کریم له هغو ناروغیو څخه شفا ده چې په زړونو کې دي، او هغه شرک، د کفر ګندګي او د شکونو او خواهشاتو ناروغۍ لرې کوي، او د هغه چا لپاره لارښوونه ده چې په حق پوه شي او عمل پرې وکړي، او د هغه څه له امله رحمت دی چې مؤمنان یې د بیړني او وروستني ثواب څخه تر لاسه کوي، الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (ایا هغه څوك چې (مخكې) مړ و، بیا مونږ هغه ته ژوند وركړ او مونږ هغه ته رڼا عطا كړه چې د هغې په رڼا سره به هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال داسې وي چې هغه په تیارو كې پروت وي، له هغو نه كله هم وتونكى نه وي، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى يې كوي) الأنعام سورت: ۱۲۲ آیت.
دویمه چاره : زړه درې شیانو ته اړتیا لري:
۱- هغه څه چې د هغه ځواک ساتي او دا د ایمان، ښو اعمالو او د اطاعت د ورځنيو اعمالو ترسره کولو له لارې کیږي.
۲- له ټولو ګناهونو او هر ډول سرغړونو څخه د ځان ساتلو په موخه له زیان رسوونکو شیانو څخه ځان ساتل.
۳- په توبې او بخښنې غوښتلو سره د ټولو زیان رسوونکو موادو څخه ځان خلاصول.
دریمه موضوع: د زړه د ناروغۍ درملنه چې د نفس د غلبې له امله رامینځته کیږي:
دا دوه حل لارې لري: حساب ورکول، او مخالفت کول، او محاسبه په دوه ډوله ده:
لومړی ډول: له عمل څخه وړاندې چې څلور مرحلې لري:
۱- ایا دا عمل د هغه لپاره مقدر دی؟
۲- ایا د دې عمل کول د هغه لپاره له پریښودلو غوره دي؟
۳ - آیا دا عمل د الله تعالی د رضا لپاره کیږي؟
۴- ایا د دې کار ملاتړ کیږي او مرستندویان لري چې مرسته او ملاتړ یې وکړي که چیرې کار مرستندویانو ته اړتیا ولري؟ که ځواب هو وي، نو بیا دې پرې اقدام وکړي، که نه نو هېڅکله دې پرې اقدام نه کوي.
دویم ډول: له کار وروسته، چې درې ډوله دی:
۱- د هر اطاعت پسې د خپل نفس سره محاسبه کول چې د الله تعالی په حق کې یې په کې نېمګړتیا کړي وي، او د غوښتلو سره سم یې نه وي تر سره کړی، او د الله تعالی له حقونو څخه: اخلاص، نصیحت، پیروي، د لورینې د صحنې شاهدي، پر ځان د الله تعالی د نعمتونو ګواهي، او له دې ټولو وروسته خپلو نیمګړتیاوو ته لیدنه.
۲- د هر عمل لپاره له ځان سره محاسبه کول چې له کولو څخه یې پرېښودل غوره و.
۳- د هغه مباح او یا هغه عمل لپاره چې عادت یې وي خو کړی یې نه وي له ځان سره محاسبه کول، چې آیا موخه یې پرې د الله تعالی رضا او آخرت و، تر څو بریالی شي او که موخه یې پرې دنیا وه نو بایلونکی به شي.
لنډه دا ده چې لومړی باید له ځان سره د واجباتو پر سر محاسبه وکړي، که نېمګړتیا یې کړي وي چې پوره یې کړي، بیا دې له ځان سره د منهیاتو په اړه محاسبه وکړي، که پوه شو چې یو څه یې کړي دي نو په توبې او استغفار سره دې جبران کړي، بیا دې له ځان سره د خپلو اندامونو د اعمالو محاسبه وکړي او بیا د بې پروایۍ [۱۱۲]. [۱۱۲] وګوره: إغاثة اللهفان، ۱/ ۱۳۶.
څلورمه خبره: د زړه د ناروغۍ درملنه چې شیطان پرې مسلط شوی وي:
شیطان د انسان دښمن دی او د خلاصون لار ترې هغه استعاذه ده چې الله تعالی مشروع کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفس او شیطان له شر څخه په ګډه پناه غوښتلې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو بکر صدیق ته وفرمایل: ژباړه: (ای الله د آسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی ربه ! په پټو اوښکاره و پوه ذاته، د هر شي څښتن او مالک، زه ګواهي ورکوم چې پر حقه بل معبود نشته دی مګر ته یې، زه پر تا د خپل نفس له شر څخه - چې په بدۍ امر کوونکی دی - پناه نیسم او پر تا د شیطان له شر او شرک څخه پناه نیسم - یعنې چې شر او شرک کولو ته مې وبلي - او پرتا پناه نیسم له دې څخه چې په خپله بدي وکړم او یا بل مسلمان ته د بدۍ رسولو سبب جوړ شم).(دا ذکر) سبا بیګا او هغه مهال وایه چې ویده کیږې. [۱۱۳] ترمذي، په: ۳۳۹۲ شمیره، او أبو داود په: ۵۰۵۸ شمیره روایت کړی، او ألباني په صحيح الترمذي، ۳/ ۱۴۲ کې صحیح کړی دی.
پناه غوښتل، توکل او اخلاص پر انسان د شیطان د تسلط مخنیوی کوي.. [۱۱۴] [۱۱۴] وګوره: إغاثة اللهفان، ۱/ ۱۴۵- ۱۶۲.
وَصَلَّى اللَّهُ وَسَلَّمَ عَلَى عَبْدِهِ وَرَسُولِهِ مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِهِ وَأصْحَابِهِ أَجْمَعِينَ، وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ.
Related books
All books
د دعا فضیلت او آداب او هغه وختونه چې دعا کول پکې مستحب دي:9 ژبېد دعا فضیلت او آداب او هغه وختونه چې دعا کول پکې مستحب دي:
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، أما بعد: یقینا دعا له هغو لویو کارونو څخه ده چې بنده پرې خپل رب ته نږدې کېږي، او دعا غوښتل دلیل دی په عاجزي کولو د بنده خپل رب ته، او پر خپله کمزورۍ د هغه اعتراف ده، ناچارۍ او خوارۍ د خپل رب پر وړاندې، حال دا دی چې انسان ته پرته د خپل رب له مرستې او کومک نه بله چاره او لاره نشته؛ او له دې وجې نه الله تعالی هغه څوک چې دعا غوښتل پرېږدي، کبرجن بللي، الله فرمايي: او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي. سورت غافر آیت نمبر 60 او رسول الله صلی الله علیه…
د جادو او کوډګرو د حکم په اړه (رساله) پیغام28 ژبېد جادو او کوډګرو د حکم په اړه (رساله) پیغام
د شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز لخوا رحمه الله بسم الله الرحمن الرحيم د جادو، کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري [1] [1] د دې مقالې یوه برخه د "مجموع فتاوى ومقالات متنوعة" کتاب په درېم ټوک کې د (جادو او کاهنانو او هغه څه حکم چې تړاو ورسره لري) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او همدارنګه بشپړه مقاله د ریاست له لورې د (جادو او کاهنانو د حکم په اړه پیغام) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده، او په "مجلة الیمامة" او "مجلة البحوث الاسلامیة" کې هم خپره شوې ده. الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبي بعده، وبعد:
التحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنة54 ژبېوالسنةالتحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنة
د کتاب جزئيات ليدو لپاره کليک وکړئ.
د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخه57 ژبېد مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخه
په دې کتاب کې له قرآن کریم او نبوي سنت څخه اذکار او دعاګانې راټولې شوي، ترڅو یې په بېلابېلو وختونو او حالاتو کې ويل اسانه شي، په دې کې د راویښېدو، اودس، لمانځه، سفر او داسې نورې دعاګانې شاملې دي چې له مسلمان سره د خپل ځان په ساتنه کې مرسته کوي ترڅو د الله تعالی په ساتنه او پاملرنه کې شي.