- عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (شپږمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون توحید ته ځانګړی شوی چې په دولسو (۱۲) سویو ویشل شوی، تر ټولو اړین مسائل چې په شپږمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي: د څلورګونو قواعدو تشریح چې له مخې یې شاګرد زده کوي چې یوازې د ربوبیت پر توحید په اقرار کولو سره انسان اسلام ته نه داخلیږي، بلکې خامخا به د الوهیت توحید ورسره وي، چې موخه یې په عبادت سره د الله تعالی ځانګړي کول دي. د شرک تعریف، ډولونه او د هر ډول لپاره دلیل. د کفر تعریف، ډولونه او د هر ډول لپاره دلیل او مثالونه. د نفاق…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
- عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (شپږمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون توحید ته ځانګړی شوی چې په دولسو (۱۲) سویو ویشل شوی، تر ټولو اړین مسائل چې په شپږمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي:
د څلورګونو قواعدو تشریح چې له مخې یې شاګرد زده کوي چې یوازې د ربوبیت پر توحید په اقرار کولو سره انسان اسلام ته نه داخلیږي، بلکې خامخا به د الوهیت توحید ورسره وي، چې موخه یې په عبادت سره د الله تعالی ځانګړي کول دي.
د شرک تعریف، ډولونه او د هر ډول لپاره دلیل.
د کفر تعریف، ډولونه او د هر ډول لپاره دلیل او مثالونه.
د نفاق تعریف، ډولونه، د هر ډول لپاره دلیل او مثالونه وړاندې کول.
د اسلام د نواقضو (ماتوونکو) تشریح چې عبارت دي له: هغو کارونو څخه چې په کولو سره یې د انسان اسلام باطلیږي او کافر کیږي، داسې کافر چې په بشپړه توګه د اسلام له دایرې وځي - الله دې موږ ترې وساتي.
په عقیده کې یو لنډیز وړاندې کول چې په ترڅ کې یې پر هر مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه د مېرمنو چې د مسلمانانو مورګانې دي، د هغه د صحابه کرامو، د خلفای راشدینو، د مسلمانانو د امامانو او داسې نورو واجب حقونه بیان شي.
شپږمه سویه
مقدمه
الحمدُلله الذي عَلَّم بِالقَلَم، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلام على النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الكَريمِ الذي بَعَثَه اللهُ لِيُخرِجَ النّاسَ مِن الظُّلمات إلى النُّور، أمّا بعد:
د الله تعالی توحید تر ټولو ستر واجب او پرې پوهه تر ټولو عزتمن او غوره علم دی، دا هغه بنسټ دی چې د عملونو صحت او قبلېدل پرې بنا کیږي، او بندګان ورته تر هر څه ډیره اړتیا لري؛ ځکه زړونو ته ژوند، نعمتونه او ډاډ نشته پرته له دې چې خپل رب، معبود او خالق د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو سره وپیژني، همدا رنګه په دین کې پوهه، د عبادتونو د ادا کولو د طریقې پېژندل لکه: طهارت، لمونځ او داسې نور چې د نیکمرغۍ نښې او د دې علامه ده چې الله جل جلاله خپل بنده ته د خېر اراده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د چا لپاره چې الله تعالی د خېر اراده وکړي، هغه ته په دين کې پوهه ورکوي» [2] . بخاري په كتاب العلم؛ باب من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين کې په (7) شمیره روایت کړی دی.
نو له همدې ځایه د ټولنو د پوهاوي بنسټ د توحید د مضمون په تدریس ټینګار کوي، تر څو زده کوونکي په سمه عقیده وروزل شي او په خپلو ديني چارو کې روښنایي او بصیرت ولري.
د توحيد په دې شپږمه سویه کې د څلورو قواعدو يادول شامل دي چې له مخې يې لاندې موضوعات تشریح کیږي: د شرک خطر او د توحيد اهميت، د شرک د تعريف او ډولونو تشریح، د کفر معنا او ډولونه، نفاق او د نفاق څانګې او د دې ټولو لپاره له قرآن او صحیحه سنتو څخه دلایل وړاندې کیږي، سربیره پر دې د اسلام د نواقضو تشریح، هغه نواقض یا ماتوونکي چې انسان د اسلام له دایرې باسي. او (په پای کې)د عقیدې په اړه یو لنډیز وړاندې کیږي.
او د هر لوست لپاره ځانګړې موخې اېښودل شوي چې د مضمون له طبیعت سره سمون خوري، په لوستونو کې لنډیز، د عبارتونو وضاحت، په موضوعاتو کې تدریج او د مخکنیو لوستل شوو موضوعاتو سره تړاو ورکول په پام کې نیول شوي دي، همدا رنګه د هر لوست لپاره پوښتنې او د ښوونکې لپاره لارښوونې شتون لري چې په رڼا کې یې ټاکل شوو موخو ته ورسیږي.
ښوونکي ته سپارښتنې:
۱ - الله تعالی ته اخلاص د عمل د قبلیدو شرط دی، نو عمل دې خاص د پاک الله لپاره وګرځوه چې د دنیا او آخرت ګټه مو په برخه شي.
۲- امانت ساتل د خلاصون لار ده - ښوونکی وروره - ته د اسلام له سنګرونو څخه په یو سنګر ولاړ یې، او د مسلمانانو د اولادونو په عقلونو او فطرت امانتدار یې، نو د امانت ساتنه وکړه چې په دنیا او اخرت کې کامیابي ترلاسه کړې.
3- د توحيد د مضمون زده کړه له سترو عملونو څخه یو عمل دی، له توحید پرته د بندګانو لپاره سمونتیا نشته او نه د دنیا له خوارۍ او د آخرت له عذابه خلاصون، نو د زده کوونکو په ذهنونو کې د سمې عقیدې په کښت کې زیار وباسه، ریښتینی ترجمان او د هغه څه لپاره ترجمان او ژوندۍ بیلګه شه چې د لوړو اخلاقو او عاداتو څخه ورته بلنه کوې.
۴- د الله تعالی د وحدانیت او د هغه د قدرت د بیانولو لپاره له حالاتو ګټه پورته کړه، (د بیلګې په توګه) کله چې ورېځې په اسمان راخپرې شي، بریښناګانې وپړقیږي او غراری شي، بارانونه و اوریږي او داسې نورې پېښې په مسلمانانو کې د ایماني خوځښت لپاره غنیمت وګڼه.
۵ - له شک پرته چې د مثالونو په وړاندې کولو او لوست ته د واقعیتونو سره په تړاو ورکولو د مضمون سره د زده کوونکو مینه زیاتیږي چې بیا د مطالبو په زده کولو او پرې عمل کولو کې خورا لویه اغیزه لري.
او په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې وینا سره زیری درکوو چې فرمایي: «د انسان له مرګ نه وروسته د هغه له عمل او نیکیو څخه چې هغه ته رسیږي؛ هغه علم دی چې زده کړی یې دی او په خلکو کې یې خپور کړی دی»([2]). ابن ماجه په:(242) شمیرې روایت کړی دی.
وصلَّى الله على نَبِيِّنا محمَّد وعلى آله وصَحْبِه وسلَّم.
لومړی لوست
لومړی: د توحید اهمیت
زه ([3]) د لوی الله (جل جلاله) څخه سوال کوم؛ هغه ذات چې عزتمند او د لوی عرش څښتن دی چې په دنیا او آخرت کې دې ساتنه وکړي، هر چېرته چې یې برکت دې مل کړي، له هغو کسانو دې وګرځوي چې کله ورکړل شي شكر باسي، كله چې پرې امتحان راشي صبر کوي او كله چې ترې ګناه وشي نو بخښنه غواړي، او همدا درې شیان د نېکمرغۍ نښې دي. د دې لیکنې عنوان دی: "څلورګوني قواعد".
پوه شه - الله دې تا ته د خپلې بندګۍ لارښوونه وکړي - چې حنیفیت؛ د ابراهیم دین دی، چې تاسو یوازې د الله عبادت کوئ او د هغه لپاره دین خالص کړئ او په دې سره الله ټولو خلکو ته امر کړی او د همدې لپاره یې پيدا کړي دي.
لکه چې الله تعالی فرمایلي: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي». [الذاريات سورت: 56 آیت].
کله چې پوه شوې چې الله تعالی د خپل عبادت لپاره پیدا کړی یې، نو پوه شه چې عبادت ته تر هغه پورې عبادت نه ویل کیږي چې توحید ورسره نه وي، لکه څرنګه چې له طهارت پرته لمانځه ته لمونځ نه ویل کیږي، نو کله چې په عبادت کې شرک ګډ شي، داسې یې فاسدوي لکه په طهارت کې چې بې اودسي رامنځته شي.
د لوست موخې:
* خوښي د رضایت او امنیت احساس دی، ډیری خلک د پیسو، جامو، سپرلیو او تفریح په وسیلو کې خوښي لټوي، خو خوښي یوازې د دې شیانو په ترلاسه کولو کې نه ده.
ریښتیني خوښي د دریو ځانګړتیاوو په درلودلو سره تر لاسه کیږي چې خلاصه یې په الله تعالی ایمان او هغه ته نږدې کېدل دي:
لومړۍ: پر تاسو د الله تعالی په نعمتونو اعتراف کول او پر وړاندې یې شکر ویستل دي.
دویمه: د الله تعالی په پریکړو، تقدیر او حکمت ایمان او د مصیبت پر وړاندې صبر کول.
دریمه: الله جل جلاله ته تل په توبې او استغفار سره ورګرځیدل، په ځانګړې توګه کله چې ګناه وشي.
*ابراهیم علیه السلام حنیفي (دین) راوړی چې هغه د الله په عبادت کې اخلاص دی او په همدې سره محمد صلی الله علیه وسلم هم راتګ کړی دی، او همدا هغه څه دي چې بشریت ته خوشحالي ورکولی شي.
* له توحید پرته عبادت نه صحیح کیږي لکه چې الله پاک فرمایلي: «ته (دوى ته) ووایه: بېشكه ما ته حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه (الله) لره دین خالص كوونكى يم». [سورت الزمر: ایت 11].
پوښتنې:
س۱: د لاندې جملې لپاره سم ځواب غوره کړه:
ریښتني خوښي یوازې په ............................................................. تر لاسه کیږي.
پیسې. ب-تفریحي توکي. ج- استغفار، صبر او الله تعالی ته په شکر ویستلو.
س۲: الله تعالی ولې پيریان او انسانان پېدا کړي دي؟
س۳: حنیفیت څه دی؟
س۴: د الله تعالی دې وینا ته یو مناسب عنوان غوره کړه: «او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي». [الذاريات سورت: 56 آیت].
س۵: کله چې درڅخه ګناه او یا خطا وشوه نو څه به کوې چې الله تعالی راضي کړې؟
دویم لوست:
په توحید اقرار کول
یوازې د ربوبیت توحید منل انسان اسلام ته نه داخلوي.
کله چې پوه شوې چې شرک له عبادت سره ګډ شي نو عبادت فاسدوي، عمل بربادوي، او مرتکب به یې د تل لپاره په جهنم کې وي، نو پوه شوې چې ستا لپاره مهم کار د همدې پېژندل دي، ښايي چې الله تعالی دې لدې جال څخه خلاص کړي چې د الله تعالی سره شرک کول دي، د کوم په اړه چې الله تعالی فرمایلي: «بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله». «بېشکه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوګ) شریک کړی شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوک چې الله سره شریک ونیسي، نو یقینا هغه ګمراه شو په ډیرې لرې ګمراهۍ سره». [النساء سورت: 48، و116 ایتونه].
او دا د څلورګونو قواعدو په پېژندلو سره چې الله تعالی په خپل کتاب کې یادې کړې دي.
لومړۍ قاعده:
پدې پوه شې چې هغه کافران چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره جنګیدلی و پدې اقرار کاوه چې الله تعالی پیدا کوونکی او مدبر (چارسمبالی) ذات دی.
او دا چې پدې سره هغوی په اسلام کې داخل نه شول.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه): ایا نو تاسو نه وېرېږئ!). [يونس سورت: ایت 31].
د لوست لارښوونې:
توحید د خلاصون یوازینۍ لار ده؛ ځکه یقینا چې څوک د الله تعالی سره توحید منونکی مخ شو، نجات یې وموند او کامیاب شو. او شرک د هلاکت لار ده؛ نو څوک چې له الله تعالی سره مشرک مخ شو، یقینا چې ذلیل شو او تاوان یې وکړ.
شرک پلیتي ده، کله چې په عبادت ورګډ شي هغه فاسدوي او عمل یې بربادوي، نو پر مسلمان واجب دي چې ځان پرې له ککړیدو وساتي.
* څوک چې د الله تعالی پر شتون اقرار وکړي او پر دې چې هغه د عالَم پيدا کوونکی او هغه ذات دی چې د خلکو چارې سمبالوي او د کائناتو په چارو کې تصرف کوي، نو اقرار یې صحیح دی، خو پدې سره نه مسلمانیږي تر څو ایمان رانه وړي چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق نشته او تر څو یوازې د هغه ذات عبادت وکړي چې شریک نه لري.
پوښتنې:
س۱: هغه کوم شی دی چې کله له عبادت سره ګډ شي، نو فاسدوي یې او عمل بربادوي؟
س۲: د انسان د هلاکت لار څه ده؟
س۳: د الله تعالی له عذاب څخه د خلاصون لار څه ده؟
س۴: پر دې دلیل وړاندې کړه چې الله تعالی شرک نه بښي.
س۵: د ربوبیت توحید تعریف کړه؟
س۶: آیا د انسان لپاره د ربوبیت توحید بسنه کوي چې مسلمان شي؟
دریم لوست
بتانو ته تقرب (الله تعالی ته نږدېوالی) او ترې شفاعت غوښتنه شرک دی.
دویمه قاعده:
هغوی وایي: موږ ندي رابللي او نه مو ورته مخ اړولی مګر د قربت او شفاعت غوښتنې لپاره.
د قربت دلیل د الله تعالی دا قول دی: (او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) موږ خو د دې شيانو لمانځنه صرف د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنږدې كړي. بې شكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى په كې اختلاف دى، يقينا الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې دروغجن او ناشكره وي). [الزمر سورت: ایت 3].([4]) القربة: مرتبه او منزلت. لِيُقرِّبونا إلى اللهِ: یعنې چې الله تعالی ته مو په مرتبه او منزلت کې نږدې کړي.
د شفاعت دلیل د الله تعالی دا قول دی: (او هغوى له الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان وررسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي). [يونس سورت: 18 آیت].
د لوست لارښوونې:
* الشَّفاعَةُ: د بل چا لپاره واسطه جوړیدل چې ګټه ور ورسوې او یا ترې زیان چپ کړې.
د جاهلیت د زمانې ډیر خلک پدې باور وو چې خدایان یې دوی ته د الله تعالی په وړاندې واسطه دي، نو دوی یې له دې امله عبادت کاوه چې د الله پر وړاندې ورته شفاعت وکړي، او دا باطل باور دی؛ ځکه په الله تعالی دروغ تړل دي او نبي پرې هم امر نه دی کړی.
پوښتنې:
س۱: داسې به چا ویل چې موږ خپل اولیاء (بتان) ندي رابللي او نه مو مخ وراړولی مګر د قربت او شفاعت غوښتنې لپاره؟
س۲: د جاهلیت د زمانې خلکو د خپلو معبودانو په اړه څه عقیده درلوده؟
س۳: آیا د جاهلیت د وخت معبودان دوی ته ګټه رسوي او یا ورته د الله تعالی پر وړاندې شفاعت کوي، او ولې؟
س۴: څوک چې د ځان او الله تعالی تر منځه واسطه ګرځوي، هغه ته څه وایي؟
س۵: پدې څه دلیل دې چې د جاهلیت د وخت خلکو به له خپلو معبودانو د شفارش غوښتنه کوله؟
څلورم لوست
د شفاعت ډولونه
شفاعت په دوه ډوله دی:
منفي شفاعت او مثبت شفاعت:
منفي شفاعت: له الله پرته له بل چا یو څه غوښتل، حال دا چې له الله پرته یې بل څوک د ورکولو توان نه لري.
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي). [البقرة سورت: 254 ایت].
ب- او مثبت شفاعت:هغه دی چې له الله تعالی څخه غوښتل کیږي.
او شفاعت کوونکی په شفاعت کولو سره عزتمن دی، او چاته چې شفاعت کیږي د الله له اجازې وروسته وي او الله تعالی ته یې وینا او کړنې خوښې وي.
لکه چې الله تعالی فرمایلي: (څوک دی چې د هغه له اجازې پرته د هغه پر وړاندې سپارښتنه وکړي). [البقرة سورت: 255 ایت].
د لوست لارښوونې:
د الله تعالی په نزد شفاعت باید نېغ په نېغه له هغه وغوښتل شي؛ داسې چې شفاعت غوښتونکی د بېلګې په توګه ووایي: ای الله زما لپاره دې نبي محمد صلی الله علیه وسلم شفاعت کوونکی وګرځوه.
* د الله تعالی پر وړاندې شفاعت له دوو شرطونو پرته نه کیږي:
۱- له هغه چا څخه د الله تعالی رضایت چې شفاعت یې کیږي. ۲- شفاعت کوونکي ته د شفاعت کولو اجازه.
* له بتانو او یا د قبرونو له خاوندانو په دعا غوښتلو او یا هغوی ته په مخ کولو سره شفاعت غوښتل باطل عمل او الله تعالی سره شرک دی.
* د شفاعت په قبلیدو کې د الله تعالی لخوا د شفاعت کوونکي عزت او د هغه د فضیلت ښکاره کول دي، او د هغه چا لپاره ګټه ده چې شفاعت یې کیږي.
پوښتنې:
س۱: د شفاعت ډولونه بیان کړه.
س۲: منفي شفاعت تعریف کړه، او دلیل یې ووایه.
س۳: مثبت شفاعت تعریف کړه او دلیل یې ووایه.
س۴: لاندې عبارتونه بشپړ کړه:
له دوو شرطونو پرته شفاعت نه کیږي چې هغه:
- ....................................................... ته د الله تعالی اجازه.
له هغه چا څخه د الله تعالی رضایت چې .........................................
س۵: آیا د قبرونو له خاوندانو (مړو) څخه د شفاعت غوښتل روا دي؟ او ولې؟
پنځم لوست:
له الله پرته د بل هر چا عبادت ګمراهۍ ده.
درېيمه قاعده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې خلکو ته راغی چې ډول ډول عبادتونه یې کول: له دوی څخه چا د پریښتو عبادت کاوه، چا د انبیاوو او نیکانو عبادت کاوه، چا د ونو او تیږو عبادت کاوه او چا د لمر او سپوږمۍ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره جګړه وکړه او د دوی تر منځ یې توپیر ونه کړ.
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (او تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې هيڅ فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي). [الأنفال سورت: ۳۹ ایت] دلته له فتنې څخه مراد: شرک او کفر دی.
او د لمر او سپوږمۍ دليل د الله تعالی دا قول دی: (او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (یوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه عبادت کوئ). [فصلت سورت: 37 آیت].
او د ملایکو دلیل د الله تعالی دا قول دی: (او نه دا (حق لري) چې تاسو ته حكم دركړي چې ملايكې او نبیان پروردګاران (خدایان) ونیسئ). [آل عمران سورت: ۸۰ ایت].
د لوست لارښوونې:
* په کائناتو کې هیڅ داسې معبود نشته چې له الله پرته یې په حقه عبادت وشي، مګر یوازې الله دی.
کفر یو دی او معبودان ډول ډول دي، له دوی څخه: د بتانو عبادت کوونکي، د لمر، سپوږمۍ، ملاېکو، پیریانو او داسې نورو شیانو عبادت کوونکي دي چې د دې ټولو معبودانو او یا ځینو معبودانو عبادت کوونکي کافر دي، « او کفر ټول یو ملت دی»، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په بلنه او یا یې پر وړاندې جهاد کولو کې توپير ونه کړ.
پوښتنې:
س۱: د اسلام له ظهور څخه مخکې د ځینو عبادتونو نومونه یاد کړئ؟
س۲: لاندې خالي ځایونه بشپړ کړئ:
أ- الله تعالی فرمایلي: (لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ ...............................).
ب- الله تعالی فرمایلي: (وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ .....................).
س۳: د هغه چا سزا څه ده چې له الله تعالی پرته د بل چا یو ډول عبادت کوي؟
شپږم لوست
د پیغمبرانو، صالحانو، ونو او تیږو عبادت کول شرک دی.
د أنبیاوو دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلکو ته ویلي و چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ؟ عیسٰی وویل زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وَى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې پر هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم پر هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې). [المائدة سورت: 116 ایت].
د صالحانو دلیل:
د الله تعالی قول دی: (دوى چې چا ته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي). (د الإسراء سورت: ۵۷ ايت).
د تیږو او ونو د عبادت دلیل:
د الله تعالی قول دی: (ايا تاسې لات او عزى (بتان) ليدلي؟ (۱۹). او بل درېيم منات) ([6]) [النجم سورت: 19 -20 ایتونه]. دا له اسلام څخه مخکې د عربو په جزیره کې د مشرکانو د معبودانو نومونه وو، اللات: یو سړی و چې حاجیانو ته به یې حلوا جوړوله، کله چې مړ شو خلکو یې عبادت وکړ، او (العزی) ویل کیږي چې دا د غطفان بوت و، او مناة د دوو دریمی بوت و چې د هذیل او خزاعه قبیلو لپاره و.
او د ابو واقد اللیثي رضي الله عنه حدیث چې وایي: «موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حنين ته ووتو، په داسې حال کې چې موږ نوي مسلمانان شوي وو، نو د مشرکانو يوه د بېرې ونه وه چې د هغې سره به راټولیدل او پر هغې به يې خپلې وسلې ځړولې، چې هغې ونې ته (ذاتَ أنواطٍ) ويل کېده؛ نو موږ د بېرې پر دغې ونې تېرشو او ومو ویل: اې د الله رسوله! زموږ لپاره هم يوه (ذات أنواط) وټاکه لکه د هغوی لپاره چې (ذاتَ أنواط) ده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله اکبر، قسم په الله چې دا (پخوانۍ) تګلاره ده، زما دې په هغه ذات قسم وي، لکه څنګه چې بنی اسرائیلو ویلي وو چې: زموږ لپاره يو معبود وګرځوه لکه د هغوی لپاره چې معبودان دي، نو خامخا به تاسو د پخوانیو لار تعقیبوئ»([7]). ترمذي په خپل سنن، كتاب الفتن، باب: ما جاء لتركبُنَّ سنن مَن كان قبلكم کې په: (2180)، (4/475) شمیره روایت کړی او ویلي یې دي چې:" حديث حسن صحيح "، او أحمد (5/218) او طبراني په الكبير (17/21) کې روایت کړی او الفاظ د همده دي.
د لوست لارښوونې:
* انبياء او صالحان نه غواړي چې خلک یې عبادت وکړي بلکې له هغه چا نه بیزاره دي چې عبادت یې کوي.
* هغه کسان چې د عیسی علیه السلام او د هغه د مور عبادت کوي، دا کار یې له ځانه جوړ کړی او الله تعالی یا عیسی علیه السلام ورته په دې امر نه دی کړی.
انبیاء او صالحان الله ته محتاج دي او هغه ته په خپلو نیکو عملونو سره د نږدې والي هڅه کوي، نو څنګه کېدی شي چې له الله پرته د دوی عبادت وشي؟!
* په ونو، ډبرو او د صالحانو پر قبرونو تبرک حاصلول له الله تعالی سره شرک دی.
* کوم برکت چې مشرکان یې په ونو، تیږو او قبرونو کې د شتون عقیده لري، له خیالونو پرته بل هیڅ نه دي او حقیقت نه لري، نو دا یوازې ونې او عادي ډبرې دي، لدې امله الله تعالی فرمایي: (دغه (بوتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى). [النجم سورت: 23 ایت].
پوښتنې:
س۱: ولې ځینو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې دوی ته (ذات أنواط) وټاکي؟
س۲: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکانو په څېر د خپلو اصحابو لپاره د (ذات أنواط) په ټاکلو موافقه وکړه؟
س۳: پدې دلیل ووایه چې د نیکانو عبادت شرک دی؟
س۴: پدې دلیل وړاندې کړه چې د ډبرو عبادت شرک دی.
س۵: پدې دلیل وړاندې کړه چې د انبیاوو عبادت کول شرک دی.
اووم لوست
د دې زمانې د خلکو د شرک سختوالی
څلورمه قاعده:
زموږ د وخت مشرکان له پخوانيو ډېر بدتر دي، ځکه پخواني داسې وو چې د پراخۍ پر مهال يې شرک کاوه، خو چې تنګسه به پرې راغله بيا يې خالص توحيد ته مخه کوله، خو زموږ د وخت مشرکان په پراخۍ او تنګسه دواړو کې تل شرک کوي.
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنکبوت سورت: ۶۵ ایت]
پای، وصلَّى الله على محمَّد وآله وصحبه وسلَّم ([8]). د څلورګونو قواعدو رساله پای ته ورسیده.
د لوست موخې:
* هغه څه چې د دې معبودانو د عبادت پر فساد دلیل دی دا دی چې څوک د دوی عبادت کوي، نو د سختۍ پر مهال یې پریږدي او یوازې الله ته رجوع کوي.
* هغه څوک چې د سختۍ پر مهال هم په خپلې ګمراهۍ پاتې کیږي د هغه چا په پرتله سخت مشرک دی چې یوازې د راحت پر مهال شرک کوي او په سختۍ کې یې نه کوي.
کوم خلک چې نن سبا د قبرونو عبادت کوي، هغوی یې په سختۍ او راحت دواړو کې کوي چې پدې سره دوی له پخوانیو بدتر مشرکان دي.
پوښتنې
س۱: زموږ د زمانې او پخوانیو مشرکانو ترمنځ څه توپیر دی؟
س۲: د بت پرستۍ د فساد دلیل څه دی؟
س۳: څه دلیل دی چې مشرکانو به د سختۍ پر مهال شرک نه کاوه؟
س۴: په لنډه توګه څلورګوني قواعد وښیه.
اتم لوست
شرک او ډولونه یې
پوه شه چې د توحید ضد شرک دی او شرک په درې ډوله دی:
لوی شرک، کوچنی شرک او پټ شرک.
د لوی شرک دلیل:
د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله). [النساء سورت: 48 ایت، او المائدة سورت: 116 ایت].
او د الله تعالی دا قول: (او وویل مسیح: اې بني اسرائيلو! د هغه الله عبادت وکړئ چې زما پالونکی او ستاسو پالونکی دی، پرته له شکه څوک چې پر الله شرک وکړي پر هغه الله جنت حرام کړی، او ځای به يې اور وي، او ظالمانو لره هيڅ مرستندوی نشته). [المائدة سورت: 72 ایت].
او هغه څلور ډوله دی:
لومړی ډول: د بلنې شرک.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سپاره شي (، نو) دوى الله رابلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، كله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر (ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي). [العنكبوت سورت: 65 -66 ایتونه].
دویم ډول: د نیت شرک، چې اراده او قصد دی:
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (څوک چې د دنيا ژوند او د هغې ښکلا غواړي؛ نو په دنيا کې به يې د عملونو بدله بشپړه ورکړو او له هغوی به هيڅ هم نه کميږي. دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول). [هود سورت: 15 -16 ایتونه]. يُبْخَسُون: کمیږي.
د لوست لارښوونې:
* لوی شرک: له الله پرته یو ډول عبادت بل چاته کول لکه: له الله پرته بل څوک رابلل، له الله پرته بل چاته حلاله کول. او دا شرک انسان لره د اسلام له دایرې څخه ویستونکی دی، او که خاوند یې پرته له توبې مړ شو، نو د تل لپاره به په اور کې وي.
*د بلنې شرک: د زیان د مخنیوي او یا د ګټې د لاسته راوړلو لپاره له الله تعالی پرته بل څوک رابلل، کوم (شرک) چې له مشرکانو څخه د راحت پر مهال کیږي.
* د مشرکانو یوه ډله په کښتۍ کې سپره شوه، دوی خپلو خدایانو ته غږونه کول او هغوی یې رابلل، پدې وخت کې بادونه راپورته شول او کېښتۍ په لړځېدو شوه، نو د کېښتۍ خلکو وویل: خاص خپل رب ته بلنه ورکړئ ځکه چې دلته بل هیڅوک نجات نه شي ورکولی، پدې کېښتۍ کې داسی یو سړی هم و چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه تښتېدلی و کله چې هغه مکې مکرمې ته (فاتح) ننوت، نو دې سړي وویل: کله یې چې په سمندر کې بل څوک نه شي ژغورلی نو په وچه کې هم له هغه پرته بل څوک نجات نه شي ورکولی.
نو راوګرځید او اسلام یې راوړ، دا سړی عکرمه بن ابی جهل دی رضي الله عنه دی ([10]). وګورئ: الإصابة في تمييز الصَّحابة (2/496).
له الله تعالی پرته د بل چا رابلل که په راحت کې وي او یا سختۍ کې، لوی شرک دی.
* د نیت شرک له هغه چا څخه کیږي چې آخرت یې هیر کړی وي او هیڅ عمل یې ورته نه وي کړی، بلکې فکر، هڅې او حتی عبادت یې یوازې د دنیا لپاره وي، لکه څوک چې یوازې د غنیمت لپاره جهاد کوي.
* مسلمان باید خپل نیت، اراده او دعا خاص د الله رب العالمین لپاره کړي؛ هغه ذات چې هیڅ شریک نلري.
پوښتنې:
س۱: د شرک ډولونه وښیه؟
س۲: لوی شرک تعریف کړه؟
س۳: د بلنې د شرک معنا تشریح کړه؟
س۴: د لاندې پوښتنو لپاره صحیح ځواب وټاکه:
الله تعالی فرمایلي: (دوى چې كله په بېړيو كې سپاره شي نو په داسې توګه الله رابولي چې عقيده يې يوازې هغه لره سوچه كړې وي، خو كله يې چې وچې ته نجات وركړي، يو دم ورسره شرك بنا كړي).
له دوی څخه مراد: أ - مشرکان دي. ب: منافقان دي. ج: مسلمانان دي.
س۵: د لوی شرک لپاره مثال ووایه؟
س۶: د نیت د شرک دلیل ووایئ؟
نهم لوست
په اطاعت او محبت کې شرک
دریم ډول: د اطاعت شرک:
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال دا چې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي). [التوبة سورت: 31 ایت].
او هغه تفسیر یې چې هیڅ ستونزه پکې نشته: د الله تعالی په نافرمانۍ کې د عالمانو او عابدانو اطاعت، نه د هغوی بلنه هغوی لره، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عدي بن حاتم رضي الله عنه ته تشریح کړه، کله چې ترې هغه پوښتنه وکړه نو هغه وویل: موږ یې عبادت نه کوو. نو هغه ورته یادونه وکړه چې عبادت یې په ګناه کې پيروي ده. الأحبارُ: د یهودو عالمان دي. الرُّهبان د نصاراوو عبادت کوونکي دي.
څلورم ډول: شرک په محبت کې:
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او په خلکو كې ځېنې هغه څوك دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېرته هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى). [البقرة سورت: 165 ایت]. أنداداً: د هغه په څېر، د هغه سره سیالان او هغه ته ورته.
د لوست لارښوونې:
* له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې راغلم چې په غاړه کې مې د سرو زرو صلیب و نو هغه راته وفرمایل: «ای عدی دا بُت دې له غاړې لرې کړه» نو لرې مې کړ او هغه ته په داسې حال کې ورغلم چې د براءت سورت تلاوت یې کاوه، نو دا آیت یې ولوست: { اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ } یعنې: دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي، تر دې چې ترې فارغ شو، نو ما ورته وویل: موږ یې عبادت نه کوو. هغه وفرمایل: « أليس يحرِّمون ما أحلَّ الله فتُحَرِّمونَه، ويحلُّون ما حَرَّمَ اللهُ فتَسْتَحِلُّونَه ». قلت: بلى. قال:« فتِلْكَ عِبادَتهم » ([13]). «آيا هغوی هغه څه نه حراموي چې الله حلال کړي دي؛ نو تاسو يې حرام ګرځوئ او هغه څه حلالوي چې الله حرام کړي دي؛ نو تاسو يې حلال ګرځوئ. ما ورته وویل: هو همداسې ده». هغه وفرمایل: «فتِلْكَ عِبادَتهم» یعنې: همدا یې عبادت دی. ترمذي په كتاب تفسير القرآن باب: « ومن سورة التوبة »، کې په (3095) شمیره روایت کړی، او طبراني في المعجم الكبير کې روایت کړی او دا الفاظ د همده دي (1/92)، شمیره: (218)، شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله ویلي: «وهو حَدِيث حَسَن» یعنې حسن حدیث دی. لکه څنګه چې په مجموع الفتاوی کې راغلي: كتاب الإيمان (7/67).
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې دا شرک چې دوی پکې اخته شوي دا دی چې دوی ورته په نافرمانۍ امر کړی و، نو نافرماني یې وکړه، او له اطاعت څخه یې منع کړي وو، نو پیروي یې پرېښوده.
* چا چې د حلالو په حرامولو او د حرامو په حلالولو کې له الله تعالی پرته د بل چا پیروي وکړه او باور یې دا و چې د دې حق لري؛ نو دا سړی په لوی شرک سره مشرک دی.
له الله تعالی پرته د بل چاسره مینه؛ داسې لکه مشرکان یې چې د خپلو خدایانو او معبودانو سره لري له: ونې، تیږې، پریښتې او داسې نورو، او همدا د شرک اصل او بنسټ دی.
محبت د عبادت اصل دی، لدې امله پر مسلمان واجب دي چې له الله تعالی نه زیات د هیڅ شي سره محبت ونه وکړي، او نه د هغه د محبت په څېر، کنه نو په شرک کې به واقع شي.
پوښتنې:
س۱: د اطاعت له شرک څخه څه مراد دي؟ سره له دلیل؟
س۲: د محبت له شرک څخه مراد څه دی؟ سره له دلیل؟
هغه کومه ډله ده چې د مریمې د زوی عیسی مسیح علیهما السلام عبادت کوي؟ او د هغوی د دې عبادت حکم څه دی؟
س۴: د هغه چا حکم څه دی چې له الله تعالی پرته د حلالو په حرامولو او د حرامو په حلالولو کې پيروي کوي؟
لسم لوست
کوچنی شرک او پټ (خفي) شرک
دویم ډول: کوچنی شرک چې هغه ځان ښودنه (ریاء) ده.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هیله لري، هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي). [الكهف سورت: 110 آیت].
دریم ډول: پټ یا خفي شرک:
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: پدې امت کې شرک له د هغه میږي له مزل نه هم زیات خفي دی چې په توره شپه کې په توره تیږه ګرځي. ابن عباس رضي الله عنه دا شرک د هغه چا د وینا له مخې تفسیر کړی چې وایي: «ما شاءَ اللهُ وفلان» ([15]). «یعنې هغه څه چې الله یې وغواړي او فلانی یې وغواړي». إمام أحمد له أبو موسى رضي الله عنه څخه پدې الفاظو روایت کړی: «أيُّها النّاس اتَّقوا هذا الشِّرْكَ فإنَّه أخفى مِن دَبِيبِ النَّمل» (4/403)، (یعنې ای خلکو: لدې شرک څخه ځان وساتئ، یقینا چې دا د مېږي له حرکت نه هم زیات پټ دی). دا حدیث چې دی نو پر ابن عباس رضي الله عنه موقوف دی. ابن ابی حاتم روایت کړی دی.
د دې شرک کفاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې فرمایي: «یا الله زه تا ته پناه دروړم له دې چې تاسره څه شی شریک کړم، پداسې حال کې چې زه پوهیږم، او زه له تا څخه د هغې ګناه بخښنه غواړم چې زه نه پوهیږم». إمام أحمد د أبو موسى رضي الله عنه څخه پدې الفاظو روایت کړی:« اللَّهم إنّا نعوذ بِك مِن أن نُشْرِكَ بِك شَيْئاً نَعْلَمُه، ونَسْتَغْفِرك لِما لا نَعْلَمُه» «ای الله موږ پر تا لدې پنا غواړو چې له تا سره څه شی شریک کړو، په داسې حال کې موږ یې پیژنو، او د هغه څه درڅخه بښنه غواړو چې موږ پرې نه پوهیږو».(4/403).
د لوست لارښوونې:
* توحید: په عبادت سره الله یو ګڼلو (ته وایي) او شرک: له الله تعالی سره د هغه په حق کې یو څوک شریکول لکه: د هغه په تعظیم او یا د هغه په عبادت کې.
* دا وینا چې "هر څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې" او "که الله او فلانی نه وای" شرک دی. ځکه پدې کې د الله او د هغه د مخلوق ترمنځ مساوات دی، چې الله تعالی ترې ډیر لوړ دی.
* پر مسلمان واجب دي چې داسې ووایي: «هغه څه چې الله یې وغواړي، او بیا یې ته وغواړې» او: «که الله او بیا فلانی نه وای نو...» (یعنې که د الله او بیا د فلاني مرسته نه وای نو...) او که ژبه يې خطا شي نو په کار ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په ثابتې شوې دعاء سره بښنه وغواړي.
کوچنی شرک: له ټولو هغو ویناوو او کړنو څخه عبارت دی چې انسان پرې شرک ته رسیږي لکه: له الله تعالی پرته په بل چا قسم خوړل، لږه ریا او داسې نور.
* کوچنی شرک لویه ګناه ده، خو کوونکی یې د اسلام له دایرې نه وځي.
پوښتنې:
س۱: د خفي یا پټ شرک لپاره مثال وړاندې کړه، او کفاره یې وښیه؟
س۲: د سړي کومه وینا سمه ده: « هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې»، او که: «هغه څه چې الله یې وغواړې او بیا یې ته وغواړې»؟، علت یې تشریح کړه.
س۳: د لوی او کوچني شرک تر منځ څه توپیر دی؟
س۴: په کوچني شرک دلیل ووایه؟
یوولسم لوست
کفر او ډولونه یې:
کفر په دوه ډوله دی: لوی کفر او کوچنی کفر.
لوی کفر دا دی چې: خاوند یې له اسلام څخه وځي او پنځه ډولونه لري:
لومړی ډول: د دروغ ګڼلو کفر:
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟) [العنكبوت سورت: 68 ایت].
دویم ډول: له باور کولو سره د انکار، او لویۍ کفر:
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه) [البقرة سورت: 34 ایت].
دریم ډول: د شک کفر، چې هغه د ګمان کفر دی:
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي). او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم. ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: آیا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې. لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې همدا الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم). [الكهف سورت:38 -35 ایتونه].
د لوست موخې:
* کفر د ايمان ضد دى، چې په الله تعالی او د هغه پر رسولانو د ايمان نه راوړل دي، برابره خبره ده که له هغه سره انکار وي او که نه؛ بلکې شک، مخ اړول، حسد، غرور او يا د ځينو خواهشاتو پيروي کول دي چي د رسالت د پيروۍ مخه نيسي.
* لوی كفر انسان د اسلام له دایرې څخه وباسي.
د تکذیب (دروغ ګڼلو) کفر په څو شیانو واقع کیږي لکه:
۱- د الله تعالی له وحدانیت څخه انکار کول.
۲ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت دروغ ګڼل.
۳ - قرآن دروغ ګڼل او د الله تعالی د شریعت نه منل.
* که یو څوک د محمد صلی الله علیه وسلم په رښتینولۍ پوه شي، خو په رسالت یې له ایمان راوړلو انکار وکړي هغه کافر دی، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره ابو طالب په څېر چې هغه وویل:
او یقینا پدې پوه شوی یم چې د محمد دین * * د بشریت له دینونو غوره دین دی.
خو هغه د بتانو په عبادت کې کافر مړ شو، همدا رنګه که څوک د الله تعالی د اطاعت پر وړاندې لویي وکړي نو هغه هم کافر دی، لکه د ابلیس په څېر.
* پر مسلمان واجب دي چې له شکونو او فاسدو افکارو نه ځان وساتي، ځکه چې هغه یې ایمان فاسد وي، او په زړه کې یې شکونه او وسوسې پېدا کوي.
پوښتنې:
س۱: کفر په څو ډوله دی؟
س۲: د دروغ ګڼلو د کفر لامل څه شی دی؟
س۳: د لوی کفر درې ډولونه له دلیل سره ووایه.
س۴: په آیت کریمه کې د هغې کلمې لاندې کرښه کش کړئ چې پر یو ډول کفر دلالت کوي:
الله تعالی فرمایلي: (او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي). [العنكبوت سورت: 68 ایت].
دولسم لوست
د لوی کفر پاتې ډولونه
څلورم ډول: د مخ اړولو کفر.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او هغه کسان چې كافران شوي له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي). [الأحقاف سورت: 3 آیت].
پنځم ډول: د نفاق کفر.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافران شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس ( اوس نو) دوى نه پوهېږي). [المنافقون سورت: 3 ایت]. طُبِعَ: یعنې په زړونو یې مهر لګول شوی او د دوی د کفر او په دین د ملنډو له امله یې زړونه له حق منلو څخه پټ شوي دي.
د لوست موخې:
* د مخ اړولو کفر معنا دا ده چې د اسلام له دين څخه په نه زده کړه، او عمل نه کولو سره مخ واړوي.
*رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل شاوخوا قریش راغونډ کړل او توحید ته یې بلنه ورکړه، نو ابولهب وویل: تبا شې، آیا د دې لپاره دې موږ راغونډ کړو؟ او هغه څه یې ورسره ونه منل چې راوړي یې وو( [18] ) نو د ابولهب دغه دريځ ته: له حق څخه مخ اړول وایي: او دا د کفر یو ډول دی. وګورئ: صحيح البخاري، په كتاب التفسير، باب: سورة « تبَّت يدا أبي لهب » کې، (4971) شمیره .
* پر مسلمان واجب دي چې کله یو څوک حق ته بلنه ورکړي چې بلنه یې ومني، او تکبر یې په ګناه کولو سره ونه نیسي، چې ځان به بدبخته کړي، الله پاک فرمایلي: (نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي). ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي. او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي. هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي). [الأعلى سورت:9 -12 ایتونه]
* نفاق: اسلام ښکاره کول او د کفر پټول دي، لکه: کله چې انسان په ژبه اسلام ښکاره کوي او له خلکو سره لمونځ کوي، خو زړه یې په الله ایمان نه لري، او د هغه له شریعت څخه کرکه کوي، نو نه د هغه لمونځ او نه هم د هغه مسلماني اعلانول ورته ګټه رسوي او دا د (نفاق کفر) دی.
پوښتنې:
س۱: د مخ اړولو د کفر (كُفْرِ الإعراض) معنی بیان کړئ او دلایل یې ووایه؟
س۲: نفاق له مثال بیانولو سره تعریف کړه.
س۳: د ابولهب کفر کوم ډول کفر و، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قریش توحید ته راوبلل؟
س۴: مسلمان ته څه کول په کار دي کله چې څوک حق ته بلنه ورکړي؟
س۵: د منافقت سزا څه ده؟ او آیا لمونځ او روژه یې د الله تعالی په وړاندې ورته ګټه رسوي؟
س۶:یو سړی چې په ژبه اسلام بیانوي خو زړه یی په الله تعالی ایمان نه لري څه ورته وایي؟
س۷: د نفاق د کفر دلیل ووایه؟
دیارلسم لوست:
کوچنی کفر
کوچنی کفر هغه کفر دی چې انسان پرې له اسلام څخه نه وځي، او هغه له نعمتونو د انکار کفر دی.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول). [النحل سورت: 112 ایت].
او د الله تعالی دا وینا: (بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى) [إبراهيم سورت: 34 ایت].
د لوست لارښوونې:
* کوچنی کفر: هغه ګناهونه دي چې په قرآن او سنت کې ورته کفر ویل شوی دی خو د تر ټولو لوی کفر حد ته نه دی رسیدلي لکه: د نعمت ناشکري او له الله تعالی پرته پر بل څه قسم خوړل.
* د نعمت ناشکري لویه ګناه ده، او د انسان د ایمان په کموالي دلیل دی، خو خاوند یې د اسلام له دایرې څخه نه وځي.
پوښتنې:
س۱: کوچنی کفر تعریف کړه؟
س۲: آیا تر ټولو کوچنی کفر انسان د اسلام له دایرې څخه باسي؟
س۳: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پېغمبري دروغ وګڼله، نو آیا تر ټولو لوی کفر یې کړی که تر ټولو کوچنی کفر؟
څوارلسم لوست
نفاق او ډولونه یې
نفاق په دوه ډوله دی: اعتقادي نفاق او عملي نفاق:
لومړی: اعتقادي نفاق دی چې په شپږ ډوله دی:
۱ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب (هغه دروغ ګڼل او انکار ترې کول).
۲- ځینې هغه څه دروغ ګڼل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی.
۳ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کینه ساتل.
۴ - ځیني هغه څه بد ګڼل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی.
۵ - پدې خوشحالیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دین کمزوری شي.
۶ - د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دين له بري څخه نفرت کول.
دا شپږ د نفاق هغه ډولونه دي چې خاوند به یې د دوزخ په تر ټولو ټیټې درجې کې وي - موږ له تفرقې او نفاق څخه پر الله جل جلاله پنا غواړو.
دویم: عملي نفاق، چې پنځه ډوله دی:
۱ - کله چې خبرې کوي دروغ وایي.
۲ - کله چې شخړه کوي بدرد وایي.
۳ - کله چې تړون وکړي خیانت کوي.
۴ - کله چې ورسره امانت کېښودل شي، خیانت پکې کوي.
۵ - کله چې ژمنه وکړي مخالفت کوي.
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: "منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وفا پرې نه کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت کوي".([19]). بخاري په كتاب الإيمان، باب: علامات المنافِق کې د أبو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه په: (33) شمیره روایت کړی دی.
او په یو بل حدیث کې راځي: «کله چې شخړه وکړي بدرد وایي، او کله چې تړون وکړي خیانت کوي». بخاري په: كتاب الإيمان، باب: علامَة المنافق کې د عبد الله بن عمرو رضي الله عنه له حدیث څخه او مسلم په: كتاب الإيمان، باب: بيان خصال المنافق، کې روایت کړی دی. فَجَر: ژبه یې په پوچو او بدو الفاظو پرانیسته پرته لدې چې پروا یې ولري.
او الله پاک ډیر ښه پوهیږي، وصلَّى الله على سيِّدنا محمَّد وعلى آله وصحبِه وسلَّم تسلِيماً كثيراً.
د لوست لارښوونې:
* نفاق، کفر او مؤمنانو ته فریب ورکول سره یو ځای کوي، لدې امله یې الله تعالی خاوندانو ته سخته سزا ټاکلې ده، الله پاک فرمایلي: (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې). [النساء سورت: 145 آیت].
* د نفاق له ډولونو څخه:
- په هغه څه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغجن ګڼل چې هغه پرې راتګ کړی دی لکه: پدې باور نه درلودل چې آدم علیه السلام له خاورې پیدا شوی، یا دا چې محمد صلی الله علیه وسلم وروستی پېغمبر دی او داسې نور، نو دا انسان کافر منافق دی.
- ځینې هغه څه بد ګڼل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی لکه د شرابو حرامېدل بد ګڼل، یا دا چې له لمانځه څخه کرکه ولري او بدرد پسې ووایي.
- د شرعي قانون په نه پلي کولو خوښي او د اسلام او مسلمانانو له بریا کرکه درلودل.
* که کوم مسلمان د عملي نفاق کوم عمل تر سره کړي لکه درواغ ویل یا خيانت کول، نو له اسلام څخه پرې نه وځي، بلکې د لوی ګناه مرتکب شوی او ویره شته چې اعتقادي نفاق ته پرې ورسیږي.
* په اعتقادي نفاق سره انسان له اسلام څخه وځي، او په عملي نفاق سره له اسلام څخه نه وځي.
پوښتنې:
س۱: ولې الله تعالی منافقان په سختې سزا سره ځانګړې کړي دي؟
س۲: د اعتقادي نفاق ډولونه وښیه.
س۳: له قرآن څخه داسې دلیل وړاندې کړه چې د منافقانو برخلیک بیانوي.
س۴: د منافقت ځینې ډولونه وښیه؟
س۵: له حدیث شریف څخه د نفاق نښې بیان کړه؟
س۶: د اعتقادي نفاق او عملي نفاق تر منځ توپیر په ګوته کړه؟
پنځلسم لوست
د اسلام ماتوونکي (نواقض)
پوه شه ( [21] ) چې د اسلام ماتوونکي شیان لس دي: د دې رسالې عنوان دی ( نواقض الاسلام) یعنې د اسلام ماتوونکي.
لومړی: د الله تعالی سره په عبادت کې شرک کول.
الله تعالی فرمایلي: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله). [النساء سورت : 48 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مرستندوی نشته). [المائدة سورت: 72 ایت].
او لدې څخه له الله پرته بل چاته قرباني کول، لکه څوک چې پيریانو او یا قبر ته قرباني کوي.
دویم: څوک چې د ځان او الله تعالی تر منځ واسطې ګرځوي، سوال ترې کوي، هغه رابلي، د شفاعت غوښتنه ترې کوي او توکل پرې کوي نو په اجماع سره کافر دی.
دريم: څوک چې مشرکانو ته کافر نه وايي، يا د هغوی په کفر کې شک کوي، يا د هغوی عقیده صحیح ګڼي نو کفر یې کړی دی.
د لوست لارښوونې:
د اسلام نواقض (ماتوونکي) هغه کارونه دي چې څوک یې وکړي اسلام یې باطلیږي، کافر کیږي او له اسلام څخه وځي، والعیاذ بالله.
* شرک: د الله تعالی سره د هغه په چارو کې د نورو برابرول دي چې یوازې د هغه له ځانګړتیاوو څخه وي، شرک تر ټولو لویه ګناه ده چې د الله تعالی نافرماني پرې کیږي، ربوبیت پرې له منځه ځي، او الوهیت پکې نېمګړی کیږي لکه: یو څوک چې د الله تعالی سره د بل چا عبادت وکړي لکه: عیسی علیه السلام، یا یوه ملاېکه، یا دا چې د بل چا یو ډول عبادت وکړي لکه څوک چې پيریانو او یا قبر ته قرباني کوي او یا له الله تعالی پرته بل چاته نذر وړاندې کوي.
* د دویم ماتوونکي بېلګه: له مړو دعا او مرسته غوښتل، له هغوی د شفاعت سوال کول چې د بنده او الله تعالی تر منځه واسطه شي، دا هغه ماتوونکی دی چې ډیر پېښیږي او انسان ته یې خطر زیات دی، ولا حول ولا قُوَّةَ إلّا بِالله.
* څوک چې مشرکانو ته کافر نه وایي، یا یې په کفر کې شک کوي او یا یې عقیده صحیح ګڼي نو کافر دی؛ ځکه چې قرآن او سنت لره دروغ ګڼونکی دی.
* له نواقضو څخه یو دا هم دی چې یو څوک هغه کفري مذهبونه صحیح وبلي چې د اسلام خلاف دي؛ ځکه د دې معنا دا ده چې اسلام باطل دی، نو پدې سره کافر کیږي.
پوښتنې:
س۱: د اسلام نواقض څو دي؟ او معنا یې څه ده؟
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې د ځان او الله تعالی تر منځه واسطه ګرځوي؟
س۳: آیا الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې مشرک مړ شي؟ دلیل یې څه دی؟
شپاړسم لوست
د اسلام له نواقضو څخه
څلورم دا چې څوک باور ولري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونې پرته د نورو لارښوونه بشپړه ده، یا د بل پریکړه د هغه له پرېکړې غوره ده، لکه څوک چې د طاغوتانو پریکړه د هغه پر پرېکړې غوره ګڼي، نو هغه انسان کافر دی.
پنځم: څوک چې یو شی بد وګڼي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی، او که چیرته یې عمل پرې وکړ کافر شو.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل) [محمد سورت: 9 آیت].
شپږم: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دین په کوم شي ملنډې ووهلې، یا د الله په ثواب او یا سزا نو هغه کافر دی.
دلیل ېې د الله تعالی قول دی: (ته (ورته) ووایه: آیا تاسو په الله او د هغه په آیتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟ (عذر مه کوئ، تاسو مو له ايمان وروسته کفر کړی دی). [التوبة سورت: 65 -66 ایتونه].
اووم: سحر - او له هغه څخه: صرف او عطف دي: ([22]) -، نو چا چې وکړ او یا پرې راضي شو، نو کفر یې کړی دی. صرف: د دې لامل ګرځیدل چې یو څوک د خېر له کار څخه منع شي، او یا یې له خپلې ښځې زړه توری شي، او عطف: د دې لامل ګرځیدل چې ښځه او یا خاوند یو بل ته د سحر له لارې ګران شي.
دلیل ېې د الله تعالی قول دی: (او دغو دواړو به هيچا ته ښودنه نه كوله، مګر دا چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه) [البقرة سورت: 102 ایت].
د لوست لارښوونې:
* څوک چې په دې باور وي چې د انسانانو له خوا وضع شوي قوانین او نظریات له هغه څه څخه ښه او غوره دي چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له خوا راغلي دي، کافر ګڼل کیږي. ځکه چې هغه په (لا اله الا الله) د شاهدۍ غوښتنه پر ځای نه کړه؛ بلکې داسې څه یې وکړل چې هغه ماتوي، ولا حول ولا قوة إلا باالله.
* د پنځم ماتوونکي مثال: چې د لمانځه فرضیت بد وګڼي اګر که لمونځ هم کوي، یا دا چې د شرابو حرامیدل بد وګڼي اګر که پریښي یې وي، یا دا چې له هغو ویناوو او کړنو څخه یو شی بد وګڼي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی.
* د شپږم ماتوونکي له مثالونو څخه: په قرآن کریم، رسول او یا د اسلام په ځینو شعائرو ملنډې وهل لکه: لمونځ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، یا پر هغه چا د سود د پریښودو له امله ملنډې وهل چې سود یې پریښی وي او داسې نور، پدې کې د هغه چا تر منځ توپیر نه شته چې ټوکې کوي او یا په ريښتیا وي.
* جادوګران کافر دي؛ ځکه چې هغوی دا کار د شیطانانو په مرسته کوي، وروسته له دې چې په کفر کولو ورته ځان نږدې کړي، لدې امله هغوی ته ورتلل، له هغوی سوال کول او یا پرې درملنه کول حرام دي.
پوښتنې:
س۱:د هغه چا حکم څه دی چې باور لري نظر یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونې ډیر کامل دی؟
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې د طاغوت پریکړه د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر پریکړه غوره وګڼي؟
س۳: د هغه چا حکم څه دی چې د دین په یوه چاره ملنډې ووهي، که څه هم د ټوکې په بڼه وي؟ سره له دلیل؟
س۴: سحر ولې کفر دی؟
س۵: که په یوه ناروغۍ اخته شې، نو آیا درته روا دي چې په جادوګر درملنه وکړې؟ او ولې؟
اوولسم لوست
د اسلام نور پاتې نواقض
اتم: د مشرکانو ملاتړ او د مسلمانانو پر ضد یې مرسته کول.
دلیل ېې د الله تعالی قول دی: (او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي). [المائدة سورت: 51 ایت].
نهم: څوک چې په دې باور وي چې ځینې خلک کولی شي د محمد صلی الله علیه وسلم له شریعت څخه ووځي، هغه کافر دی.
لسم: د الله تعالی له دین څخه مخ اړول چې نه یې زده کوي او نه پرې عمل کوي.
او دلیل یې د الله تعالی قول دی: (او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو). [السجدة سورت: 22 ایت].
په دې ټولو نواقضو کې د ټوکې کوونکی، جدي او ډارن کس تر منځ هېڅ توپير نشته، پرته له هغه چا چې مجبور وي ( [23] ). دلته له مکره څخه مراد: هغه څوک دی چې د کافرانو لاس ته ولویږي، هغوی یې د کفر کلمې په ویلو مجبور کړي نو ویې وایي، خو زړه یې په ایمان ډاډه وي، د مجبوریت د عذر دلیل د الله تعالی دا قول دی چې فرمایي: (مَن كَفَرَ بِاللَّهِ مِن بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَٰكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ)[النحل: 106]. (څوک چې وروسته له ایمان څخه په الله کافر شي، مګر هغه څوک چې مجبور شي خو زړه یې په ایمان ډاډه او مطمئن وي، او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راضي شي)، نو په دغو خلکو د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى).
دا ټولې له لویو خطرناکو او ډېرو واقع کېدونکو پیښو څخه دي، نو مسلمان ترې باید په ویره کې وي او ځان ترې وساتي.
موږ د الله جل جلاله د غضب د اسبابو او دردناک عذاب څخه پناه غواړو.
وصَلَّى اللهُ على خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ، وعلى آلِهِ وصَحْبِهِ وسلَّم ([24]). "نواقض الإسلام" رساله پای ته ورسیده.
د لوست لارښوونې:
*د اتم ناقض یا ماتوونکي له مثالونو څخه: د کفارو سره مینه او د هغوی ملاتړ کول او د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی سره مرسته کول، او څوک چې دا کار وکړي د دوی په څېر به د الله او د هغه د دین دښمن وي، مګر دا چې څوک دا کار په ناپوهۍ او یا جبر سره کوي، الله تعالی فرمايلي: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان په دوستۍ مه نیسئ، دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي). [المائدة سورت: 51 ایت].
د نهم ماتوونکي مثال: په دې باور وي چې د هغه لپاره د ځينو شرعي واجباتو پرېښودل روا دي لکه لمونځ او يا ځینې حرام کارونه ورته روا دي لکه شراب څښل.
* د لسم ماتوونکي څخه مراد: د دین د اساس له زده کړې بشپړ وتل دي چې یو سړی پرې مسلمان کیږي.
* مسلمان باید له دې نواقضو (اسلام ماتوونکو) ځان وساتي او خلک یې په اړه خبر کړي، چې شیطان یې دوکه نه کړي او د ځینو نواقضو مرتکب نه شي؛ ځکه کیدی شي دوی د ځینو مرتکب شي پرته له دې چې په ځان پوه وي، لکه څنګه چې ډیری د اسلام دعوه لرونکي لیدل کیږي، ولا حول ولا قُوَّةَ إلّا بالله.
پوښتنې:
س۳ - د سم ځواب لاندې کرښه کش کړئ.
- د مشرکانو ملاتړ او د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته:
أ-مكروه. ب-كفر. ج-جائز.
- دا عقیده درلودل چې ځینې خلک کولی شي د محمد صلی الله علیه وسلم شریعت پریږدي:
أ-جائز. ب-حرام. ج-كُفر.
څوک چې د الله تعالی له دين څخه په نه زده کولو او عمل نه کولو سره مخ اړوي نو هغه:
أ-كافِر دی. ب-مُشْرِك دی. ج-هیڅ شی پرې نشته.
س۲: د یو ملګري څخه دې واوریدل چې په لمونځ کوونکو یا د تقوا او اصلاح پر خلکو ملنډې وهي، نو د دې کار حکم یې څه دی؟
س۳: په لنډه توګه د اسلام نواقض وښیه؟
د عقیدې لنډیز
لاندې شیانو ته شاملیږي:
* پر مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې واجب.
* د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په حق کې واجب.
* د خلفای راشدینو په حق کې واجب دی - رضي الله عنهم -.
* د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو په حق کې واجب.
* د واکمنو مسلمانانو (پر رعیت) کې واجب.
* په صحیح احادیثو د ایمان راوړلو وجوب چې په سنتو ثابت شوي دي.
۲ - د قبر نعمتونه او عذاب.
* د قيامت د ورځې له حالاتو څخه.
* د اهل قبله وو څخه د هیچا په اړه د جنتي او یا دوزخي د حکم ممانعت.
اتلسم لوست
* پر مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې واجب.
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه ([25]): اهل سنت والجماعت: هغه څوک دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو له طریقې پیروي کوي، او دوی ته اهل سنت ځکه ویل کیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي کوي او منګولې پرې لګوي، او والجماعت ورته ځکه ویل کیږي چې: دوی په حق سره راټول شوي دي او په دین کې ډلې ډلې نه دي او پر هغه څه سره راټول شوي چې سلفو صالحینو پرې اتفاق کړی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حقونو د ادا کولو وجوب لکه:
۱ - پدې ایمان چې هغه په حقه د الله رسول دی، او دا چې رسالت یې د ټولو خلکو لپاره عام دی.
الله تعالی فرمایلي: (ووايه: اې خلکو! پرته له شکه زه تاسو ټولو ته د الله استازی يم). [الأعراف سورت: 158آیت].
۲ - پدې باور چې هغه د پېغمبرانو سردار او وروستی پېغمبر دی، نو له هغه وروسته بل نبي نه راځي.
الله تعالی فرمایلي: (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) پای ته رسوونکی دى) [الأحزاب سورت: 40 آیت].
3- له هغه سره مینه کول او په هغه څه کې یې اطاعت کول چې هغه پرې امر کړی او له هغه څه څخه ډډه کول چې هغه ترې یې منع فرمایلې ده.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او رسول چې تاسو ته څه دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي یاست، نو ترې منع شئ). [الحشر سورت: 7 آیت]
۴- دا عقيده چې د قيامت په ورځ به د خلکو په منځ کې د هغه له شفاعت پرته قضاوت نه کېږي، چې هغه تر ټولو ستر شفاعت دی، له کوم څخه چې اولوالعزم پیغمبران په شا کیږي ( [۲۶] ) تر دې چې ده ته راورسېږي، نو دی به د عرش لاندې سجده وکړي، او د شفاعت اجازه به وغواړي، نو رب تبارک وتعالی به ورته ووایي: «سر پورته کړه، سوال وکړه درکول کیږي او شفاعت وکړه، شفاعت دې منل کیږي». اولو العزم : نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او محمد صلی الله علیهم وسلم اجمعین دي.
پوښتنې:
س۱: پر مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې څه واجب دي؟
س۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم چاته لیږل شوی دی؟ دلیل یې ووایه.
س۳: خاتم النبیین څه معنا؟
س۴: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ستا د محبت کولو نښه څه ده؟
س۵: هغه کوم شفاعت دی چې اولو العزم پېغمبران ترې په شا کیږي؟
نولسم لوست
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په حق کې واجب (دریځ)
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه:
۱: صحابه ټول د عدل خاوندان دي.
۲ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو سره محبت کول، ځکه چې له هغوی سره محبت کول دین او ایمان دی، او له هغوی کرکه کول؛ کفر او نفاق دی.
۳ - له هغوی رضایت، او هغوی ته بښنه غوښتل.
۴ - باور درلودل چې هغوی د دې امت تر ټولو غوره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ګواهۍ سره بهتر خلک دي لکه چې فرمایي: «تر ټولو غوره پیړۍ زما پیړۍ ده». او هغوی ته له سپکو سپورو ویلو او یا یې ازارولو منع فرمایلې ده. بخاري په كتاب الشَّهادات، باب: لا يشهد على شهادة جور إذا أُشهد کې په (2652) شمیره، او مسلم په كتاب فضائل الصحابة باب: فضل الصحابة ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم کې په (2533) شمېره د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
الله تعالی د هغو مؤمنانو د مینې یادونه کوي چې د خپلو پخوانیو ورونو سره یې لري: (او هغه کسان چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره مخکی والی كړى دى، او زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى، اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى یې). [الحشر سورت: 10 ایت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زما له ملګرو څخه هیچا ته کنځلې مه کوئ، یقینا که ستاسو څخه یو څوک د اُحد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي، نو د هغوی د یو یا نیم موټي په اندازه خیرات ته به ونه رسیږي». بخاري په كتاب فضائل أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم، باب: قول النبي صلى الله عليه وسلم:« لو كنت متخذاً خليلاً » کې په (3673) شمیره، او مسلم په: كتاب فضائل الصحابة، باب: تحريم سب الصحابة رضي الله عنهم کې په: (2541) شمیره روایت کړی او دا الفاظ د همده ده.
۵- پر دین پوهېدلو او پرې عمل کولو کې د هغوی د لارې پیروي.
پوښتنې:
س۱: پر مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په حق کې څه کول واجب دي:
س۲: په لاندې ځوابونو کې سم ځواب غوره کړئ:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو سره مینه کول.
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه یو اصل دی.
ب- له سنتو څخه یو سنت عمل دی.
ج- له مکروهاتو څخه یو مکروه دی.
- مسلمان باور لري چې صحابه کرام:
أ - یوازې په عربو کې غوره دي.
ب- د مکې په اوسیدونکو کې غوره دي.
ج - په ټول امت کې غوره دي.
س۳: له یو چا دې واوریدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي ته کنځلې کوي، نو حکم یې څه دی؟ او په څه ورته نصیحت کوې؟
س۴- له قرآن او سنت څخه صحابه کرامو ته د کنځلو کولو د ممانعت دلیل ذکر کړه؟
شلم لوست
* د خلفای راشدینو - رضي الله عنهم - په حق کې واجب
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه:
خلفای راشدین؛ هغه څلور کسان دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته یې خلافت په غاړه واخیست، دوی: ابوبکر صدیق، ابو حفص الفاروق عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن ابي طالب رضي الله عنهم دي، دوی پر امت حقونه لري چې ځینې یې دا دي:
۱ - د هغوی سره محبت کول او ترې راضي کېدل.
۲ - د فضیلت او خلافت له مخې یې ترتیب، لکه څنګه چې د سلفو صالحینو نه راغلي دي چې لومړی یې ابوبکر، بیا عمر، بیا عثمان او بیا علي رضي الله عنهم اجمعین و.
نو د ابوبکر رضی الله عنه مخکی والی؛ د هغه لومړیتوب پر بنسټ دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو صحابه کرامو کې په لمانځه کې وړاندې کړی و او د هغه صلی الله علیه وسلم د دې وینا له امله چې فرمایي: «که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په ځانګړې دوستۍ نیولی، نو خامخا به مې ابوبکر نیولی و، مګر هغه مې ورور او ملګری دی». بخاري په: كتاب فضائل أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم، باب: قول النبي صلى الله عليه وسلم:«لو كنت مُتَّخِذاً خليلاً» کې په (3656) شمیره روایت کړی دی.
د عمر رضی الله عنه تقدیم؛ د ابوبکر رضي الله عنه د مخکې کولو له امله او د عثمان رضي الله عنه تقدیم د شورا د مخکې کولو له امله، او د علي رضي الله عنه تقدیم د هغه د فضیلت او د وخت د اجماع د مخکې کولو له امله و.
۳- د هغوی د لارښوونو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو عمل، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې په خپلې وینا کې امر کړی دی: «تاسې زما په طریقه او زما نه وروسته د هدایت موندونکو خلیفه ګانو په طرېقه منګولې ولګوئ، او د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ». أبو داود په كتاب السنة کې په (4607) شمیره، او ترمذي په: كتاب العلم، باب: ما جاء في الأخذ بِالسُّنَّة واجتِناب البدع کې په: (2676) شمیره روایت کړی او أبو عيسى (ترمذي) ویلي:" هذا حديث حسن صحيح "، او دا الفاظ د همده دي، او ابن ماجه په المقدمة، باب: اتِّباع سنَّة الخلفاء الرّاشدين المهديين کې په: (42) شمیره او أحمد په: المسند (4/126، 127) کې روایت کړی. نواجذ: د ناجِذ جمع ده چې: د ژامې غاښونو ته وایي، دا یو متل دی چې د یو کار په کلکه نیولو لپاره کارېږي.
پوښتنې:
س۱: خلفای راشدین وښیه؟ او په غوره والي کې یې ترتیب څه دی؟
س۲: لاندې متن بشپړ کړه:
قال صلى الله عليه وسلم:« فعليكم بِسُنَّتي وسُنَّة ...............................المهدِيِّين ..................................».
س۳: د خلفای راشدینو په حق کې پر موږ څه کول واجب دي؟
س۴: ولې ابوبکر رضي الله عنه په صحابه کرامو کې غوره دی؟
س۵: د خلفای راشدینو رضي الله عنهم په لارښونو عمل څه حکم لري، له دلیل سره .
س۶: له یو چا دې واوریدل چې له خلفای راشدینو رضي الله عنهم څخه یو ته کنځلې کوي، نو د دې عمل یې څه حکم دی؟ او په څه سره ورته نصیحت کوې؟
یوویشتم لوست
زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو حق
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه:
دا چې زموږ د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بېبیانې د ټولو مؤمنانو مورګانې دي ([31])، الله تعالی فرمایلي: (او د ده ښځې د دوى میندې دي). [الأحزاب سورت: 6 ایت]. ابن قيم الجوزي رحمه الله په زاد المعاد (1/114): کې ویلي " پدې کې هیڅ اختلاف نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له نهه مېرمنو څخه وفات شو، یا دا چې له دوی څخه یې اتو ته برخې ویشلې: عائشة بنت الصديق، حفصة بنت عمر، زينب بنت جحش، أمّ سلَمة هند بنت أبي أمية، صفِيَّة بنت حُيي بن أخطب، أم حبيبة رملة بنت أبي سفيان، ميمونة بنت الحارث، سَوْدَة بنت زمعة او جويرية بنت الحارث المصطلقية رضي الله عنهن أجمعين ".
دوی پر امت حقونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱- له دوی سره مینه کول او ترې راضي کېدل.
۲ - دا عقیده چې هغوی پاکې او له هر عیب څخه پاکیزه وې، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاک كړي په پاکولو سره). [الأحزاب سورت: 33 ایت].
په دوی کې غوره خدیجه بنت خویلد او عائشة بنت الصدیق رضي عنهن أجمعین دي.
خدیجه بنت خویلد د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن وه، او هغه لومړۍ مېرمن وه چې د هغه په رسالت یې ایمان راوړی و، مرسته یې ورسره وکړه او ملاتړ یې ترې وکړ، له ابراهیم پرته ټول اولادونه یې له هغې څخه وو؛ او ابراهیم له ماریه القبطیة څخه و.
او عایشه صدیقه رضی الله عنها چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لور ده، هغه مېرمن ده چې د اوو اسمانونو د پاسه یې پاک لمني ثابته شوې ده، او په رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې پرته د بلې هیڅ مېرمنې سره په بستر کې وحی نده نازل شوې، هغه په صحابه کرامو کې یوه له هغو کسانو وه چې ډیر علم او پوهه یې په دین کې درلوده، او صحابه کرامو به ترې د شریعت په چارو او احکامو کې پوښتنې کولې.
پوښتنې:
س۱: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو حقونه کوم دي؟
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو ته کنځلې کوي، او یا یې په یو ډول سپکه کوي؟
س۳: د خدیجه بنت خویلد رضي الله عنها ځینې صفتونه بیان کړه؟
س۴: د عائشة صدیقه بنت الصدیق رضي الله عنها و عن أبیها ځیني صفتونه بیان کړه.
س۵: له یو چا دې واوریدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې مېرمنې ته کنځلې کوي، د هغه د دې کار حکم څه دی؟ او په څه ورته نصیحت کوې او په وړاندې یې ستا دریځ څه دی؟
دوه ویشتم لوست
* د واکمنو مسلمانانو واجب (حقونه)
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه:
۱- د مسلمانانو له امامانو اوريدل او اطاعت یې کول، هغه که نیک وي او یا فاسق، تر څو یې چې د الله تعالی په نافرمانۍ امر نه وي کړی، ځکه چې د الله تعالی په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته.
الله تعالی فرمایلي: [اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر خاوندانو (واکمنانو)]، [النساء سورت: 59 آیت].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «په مسلمان خبره منل او تابعداري لازم ده، په هغه څه کې چې هغه یې خوښوي او یا یې بد ګڼي، مګر دا چې په ګناه ورته امر وشي؛ نو که په ګناه ورته امر وشي بیا نه خبره منل شته، او نه تابعداري». بخاري په كتاب الأحكام، باب: السَّمع والطّاعة للإمام ما لم تكن معصية، کې په (7144) شمیره او مسلم په كتاب الإمارة، باب: وجوب طاعة الأمراء في غير معصية وتحريمها في المعصية کې په (1839) شمیره روایت کړی او الفاظ د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه دي.
۲ - حج، د جمعې لمونځونه او د الله په لار کې جهاد د هغوی سره یو ځای کول.
۳- د مسلمانانو تر منځ د تفرقې او شخړو راپارېدلو د مخنیوي لپاره د هغوی پر خلاف له بغاوت نه ډډه کول.
پوښتنې:
س۱: مسلمانانو ته د خپل واکمن په حق کې څه کول په کار دي؟
س۲: دمسلمانانو دحاکم په مقابل کې بغاوت ولې روا نه دی که څه هم هغه فاسق وي؟
س۳- کله چې واکمن په ګناه امر وکړي نو آیا اطاعت یې جایز دی؟ دلیل یې څه شی دی.
درویشتم لوست
* پر هغه څه ایمان راوړل واجب دي چې له صحیحه احادیثو څخه په سنت کې ثابت دي.
د اهل سنت و الجماعت له اصولو څخه:
په ټولو هغو معتبرو احادیثو ایمان راوړل اړین دي چې په سنتو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، لکه د اسراء او معراج، د قیامت نښې، د قبر نعمتونه او عذاب او د قیامت د ورځې د حالاتو په اړه حدیثونه.
اسراء او معراج:
الإسْراءُ : د شپې مهال پر براق له مکې مکرمې څخه بیت المقدس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګ.
الـمِعْراجُ: د جبریل علیه السلام په ملتیا اووم اسمان ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ختل او په همغه شپه کې یې بېرته مکې ته راګرځیدل.
د دې خبرې تفصيل د انس بن مالک رضي الله عنه په حديث کې راغلی دی چې فرمايي: "رسول الله صلى الله عليه وسلم ته براق راوستل شو او هغه پرې سپور شو، تر دې چې بیت المقدس ته راغى، نو جومات ته ننوت او دوه رکعته لمونځ یې وکړ، بيا اسمان ته پورته كړی شو، نو جبریل د دروازې د پرانیستو غوښتنه وکړه، چې دواړو ته دروازه خلاصه شوه او رسول الله صلی الله عليه وسلم او جبريل عليه السلام اووم اسمان ته پورته شول تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سدرة المنتهی ته ورسید او پنځه وخته لمونځونه پرې فرض شول، بیا په همغه شپه کې بیرته راوګرځید. بخاري في كتاب بدء الوحي، باب: ذكر الملائكة صلوات الله عليهم کې په (3207) شمیره، او مسلم په كتاب الإيمان، باب: الإسراء برسول الله صلى الله عليه وسلم إلى السموات، وفرض الصلوات کې په (162) شمیره په لوی حدیث کې روایت کړی دی. او بُراق: هغې اوږدې سپینې سپرلۍ ته وایي چې د خره نه پورته او د قچرې نه ښکته وي، چې یو قدم به یې د سترګو د لید په اندازه اېښود. سدرة المنتهی: دا په اووم اسمان کې یوه لویه ونه ده چې د مخکنیو او وروستنیو علم تر همغه ځایه رسیږي او له هغه ځایه نه تیریږي.
* د اسراء او معراج (پېښه) د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه ده او د هغه د پېغمبرۍ په ریښتینولۍ دلیل دی.
پوښتنې:
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
- معراج: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سفر دی چې له مکې څخه یې بیت المقدس ته کړی و.
- د اهل سنت والجماعت له اصولو څخه: په هر هغه صحیح حدیث ایمان راوړل دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوی وي.
-إسراء: د جبریل علیه السلام په ملتیا اووم اسمان ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ختلو څخه عبارت دی.
س۲: اسراء او معراج څه معنا؟
س۳: اسراء او معراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پېغمبرۍ ثبوت دی، تشریح یې کړه.
س۴: لمونځ کله فرض شوی؟ او دا په څه دلالت کوي؟
څلورویشتم لوست
۲ - د قبر نعمتونه او عذاب.
* د قبر په ازمایښت ایمان : له مړي څخه په قبر کې له خښېدلو وروسته د هغه د رب، دین، او نبي صلی الله علیه وسلم په اړه پوښتنه کېدل دي.
* د قبر په نعمتونو او عذاب ایمان، دا چې هغه به د جنت له باغچو یوه باغچه وي او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده.
* د قبر د حالاتو تفصیل د أنس رضي الله عنه په حدیث کې راغلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بنده چې کله په قبر کې کېښودل شي او دوستان یې ترې لاړ شي- په داسې حال کې به دی د هغوی د څپلیو کښاری اوري - نو دوه ملاېکې ورته راشي، هغوی یې کېنوي او محمد -صلی الله علیه وسلم- ته په اشارې کولو -ورته ووایي- د دې سړي په اړه دې څه ویل؟ نو مؤمن ورته وایي: زه ګواهي ورکوم چې هغه د الله بنده او رسول دی، نو ورته به وویل شي: په اور کې دې ځای ناستې ته وګوره چې الله تعالی درته په جنت کې په ځای ناستي بدل کړ، نو دواړه به وګوري، او منافق او کافر ته به وویل شي چې: د دې سړي په باره کې دې څه ویل؟ نو هغه به ووایې: نه پوهیږم، ما هغه څه ویل چې خلکو به ویل، نو ورته به وویل شي: نه پوهېدلې او نه دې د نورو (نجات موندونکو) پيروي کوله، نو په اوسپنیزو مارتوړونو به ووهل شي، نو چیغه به کړي په چیغې وهلو سره چې خواوشا به یې له انسانانو او پيریانو پرته نور ټول مخلوقات واوري».([35]).
لدې امله پر مسلمان واجب دي چې د قبر پر عذاب او نعمتونو ایمان ولري او هغو حالاتو ته چمتووالی ولري چې له مرګ نه وروسته یې کورنۍ او ملګري په قبر کې یوازې پریږدي، او له نېک عمل پرته ورته هیڅ ګټه نه رسوي.
پوښتنې: او دا دواړه (پریښتې) منکر او نکیر دي لکه څنګه چې د ابو هریرة رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: :« کله چې مړی ښخ شي دوه تورې شنې پریښتې ورته راشي چې یوې ته یې: منکر او بلې ته : نکیر ویل کیږي» ترمذي په كتاب الجنائز، باب: ما جاء في عذاب القبر کې په (71) شمیره روایت کړی او أبو عيسى ویلي :" حديث حسن غريب " دی. بخاري په كتاب الجنائز، باب: ما جاء في عذاب القبر کې په (1374) شمیره روایت کړی او دا الفاظ د همده دي، او مسلم په كتاب الجنة ونعيمها، باب: عَرْض مَقْعَدِ الميِّتِ مِن الجنَّةِ والنّارِ عليه، کې په (2870) شمیره روایت کړی.
س۱: د قبر له فتنې یا ازموینې څخه څه مراد دي؟
س۲: انسان چې کله په قبر کې کېښودل شي په څه شي سره امتحانیږي؟
س۳: کله چې له مؤمن څخه په قبر کې سوال وشي نو جواب یې څه وي؟
س۴: د کافر او منافق جواب څه وي چې په قبر کې ترې پوښتنه وشي؟
س۵: مؤمن ته څه کول په کار دي چې د قبر له عذاب څخه وژغورل شي؟
س۶: الله تعالی فرمایلي: (الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې هم او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي). [إبراهيم سورت: 27 ایت]. له دې آیت څخه ځینې ګټې او درسونه وښیئ؟
پنځه ویشتم لوست
* د قيامت د ورځې له حالاتو څخه
د قیامت له راتلو مخکې ډیری نښې شته چې ځینې یې د حذيفة بن اسيد الغفاري رضي الله عنه په حديث کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته په داسې حال کې راښکاره شو چې موږ سره بحث کاوه نو ویې فرمایل: «د څه شي په اړه مو بحث کاوه» هغوی وویل: د قیامت په اړه مو بحث کاوه، هغه وفرمایل: «هغه به رانشي - یعنې قیامت - تر دې چې مخکې ترې لس نښې وګورئ، نو له هغو یې ځینې (نښې داسې بیان کړې): لوګی، دجال، دابة (حیوان راښکاره کېدل) د لویدیځ له لورې لمر راختل، (له اسمان) نه د عیسی ابن مریم علیه الصلاة والسلام راکوزیدل، یأجوج او ماجوج، درې ځمکښویدنې: په ختیځ کې ځمکښوېدنه، په لویدیځ کې ځمکښوېدنه او د عربو په جزیره کې ځمکښوېدنه، او وروستۍ نښانه به یې اور وي چې له یمن څخه به راوځي او خلک به د محشر لور ته شړي»([36]).
نو کله چې قیامت قایم شي، الله به ټول مخکني او وروستني مړي راژوندي کړي.
بیا به الله بندګان راپورته کړي او تر منځه به یې پرېکړه وکړي لکه څنګه چې د عبد الله بن أُنيس رضي الله عنه په حدیث کې راغلي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویل یې: « د قيامت په ورځ به خلک لوڅ، ناسنت شوي او (بُهماً) راپاڅیږي، موږ وويل چې: (بُهماً) څه دي؟ هغه وفرمایل چې: هیڅ ورسره نه وي، بيا به په داسې غږ ورغږ کړي چې لرې به يې لکه د نږدې په څېر اوري چې: زه پادشاه يم، زه قاضي يم، او له دوزخیانو هیڅ یو ته نه ښایي تر هغه پورې دوزخ ته ننوځي چې د کوم جنتي سره یې حق وي تر څو یې ترې واخلم، او هېڅ جنتي ته نه ښایي جنت ته ننوځي، پداسې حال کې چې د کوم دوزخي ورسره حق وي، تر څو یې ترې واخلم، که څه هم یوه څپیړه وي، وایي: موږ وویل: څنګه، په داسې حال کې چې موږ به الله تعالی ته لوڅ، ناسنت شوي او په داسې حال کې راشو چې هېڅ به راسره نه وي، هغه وفرمایل: په نیکیو او بدیو سره »([37]). مسلم په كتاب الفتن وأشراط الساعة، باب: في الآيات التي تكون قبل الساعة، کې روایت کړی د حدیث شمیره ده: (2901)، او د لوګي په اړه ویل شوي چې: هغه لوګی دی چې د کافرانو ساګاني به اخلي او مؤمن ته به لکه د زکام په څېر رسیږي، دا به د قیامت په نږدې وخت کې وي. دجال: دا یو دروغجن کافر انسان دی چې په اخره زمانه کې به راوځي او د ربوبیت دعوه به کوي، په لاس به یې ډیری خارق العاده کارونه کیږي، نو ډیری خلک به پرې دوکه شي او پیروي به یې وکړي، په ټوله ځمکه کې به وګرځي چې بیا به یې عیسی بن مریم علیه الصلاة والسلام ووژني. او دابة: یو حیوان دی چې الله تعالی به یې قیامت ته په نږدې وخت کې راوباسي، الله تعالی فرمایلي: (وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ) [النمل:82]. (او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانږدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندۍ خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلکو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه).
د بندګانو تر منځه قصاص به داسې وي چې مظلوم ته به د ظالم له نیکیو ورکول کیږي، که چیرته یې نیکۍ نه درلودې د مظلوم له بدیو به راواخېستل شي او په ظالم به ورواچول شي.
پوښتنې: إمام أحمد روایت کړی (3/495)، او حاكم په المستدرك في كتاب التفسير، باب: تفسير سورة حم المؤمن کې روایت کړی (2/438). غُرلاً: ناسنت شوي. الدَيّان: قاضِي او حاكِم و هغه څوک چې په کړنو سره خلکو ته سزا ورکوي. أقصه: یعنې له قصاص او حق اخیستلو واک ورکړم. اللَّطْمَة:پر مخ څپیړه.
س۱: لاندې عبارتونه بشپړ کړئ:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « إنها لن تقوم -يعني السّاعة -حتى تَرَوا قبلَها عَشرَ آياتٍ، فذكر: الدّخان والدَّجّال و ....................................... ..................................... .................................. .......................................... ...................................... ................................ ».
س۲: تشریح کړه چې خلک به څنګه د قیامت په ورځ راپورته کیږي؟
س۳: کله الله تعالی مړي راپورته کوي؟
س۴: هغه څوک به کله جنت ته ننوځي چې پر چا یې تیری کړی وي او یا یې پرې قرض وي؟
س۵: هغه څوک به کله دوزخ ته ځي چې د چا سره یې ظلم کړی وي او یا یې پرې قرض وي؟
س۶: رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې د دجال په اړه خبرداری ورکړی دی؟
شپاړسم لوست
د قبلې له خلکو د هیچا په اړه د جنت او یا دوزخ حکم نه کیږي.
د اهل سنت والجماعت له اصولو څخه:
* له اهل قبلې څخه د هیچا په اړه د جنت او یا دوزخ قطعي پریکړه نه کیږي مګر هغه څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه شاهدي ورکړې وي؛ بلکې نیکي کوونکي ته د ثواب هیله مندي لري او پر ګناهګار د سزا ویره لري.
*د چا په اړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواهي ورکړي وي چې جنتي دی، نو موږ په ټینګار سره باور لرو چې هغه به جنت ته ننوځي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځانه وینا نه کوي، ځینې هغه خلک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه شاهدي ورکړې ده دا دي: أبو بکر، عمر، عثمان، علي، طلحة بن عبید الله، زبیر بن العوام، سعد بن أبی وقاص، سعید بن زید بن عمرو بن نفیل، عبد الرحمن بن عوف او أبو عبیدة عامر بن الجراح رضي الله عنهم.
* رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی پرته د نورو لپاره هم د جنت شاهدي ورکړې ده لکه: حسن او حسین رضی الله عنهما، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: «حسن او حسین د جنتي ځوانانو سرداران دي». او عکاشة بن محصن هغه کس دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی چې له هغو اویا زره کسانو څخه دی چې جنت ته به له حساب او عذاب پرته داخلیږي ([39]).
* هغه کافر چې د اسلام له اوریدو وروسته د کفر په حالت کې مړ شوی، له شک پرته دوزخي دی.
پوښتنې: ترمذي په: كتاب المناقب، باب: مناقب الحسن والحسين کې روایت کړی، د حدیث شمیره ده: (3768)، او أبو عيسى الترمذي ویلي:" حديث حسن صحيح". بخاري په كتاب الرقاق، باب: يدخل الجنة سبعون ألفاً بغير حساب کې په (6541) شمیره روایت کړی، او مسلم په: كتاب الإيمان، باب: الدَّليل على دخول طَوائف مِن المسلمين الجنَّة بغير حسابٍ ولا عَذاب کې په: (216) شمیره روایت کړی.
س۱: آیا مسلمان ته روا دي چې د اهل قبلې څخه یو څوک جنتي او یا دوزخي وګڼي، په داسې حال کې چې رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه شاهدي نه وي ورکړي؟
س۲: آيا جایز دي چې د اسلام له اوریدلو وروسته یو کافر دوزخي وګڼل شي، حال دا چې لا مړ شوی نه وي؟
س۳: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو چا په اړه شاهدي ورکړي چې جنتي دی، نو په اړه یې موږ ته څه په کار دي؟
س۴: د هغو لس کسانو نومونه واخله چې د جنت زیری ورکړل شوی دی؟
عنوان: درسي نصاب، فقه، سویه (شپږمه)
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. هغه اړین موضوعات او مسائل چې په لومړۍ سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي:
د هغو احکامو بیان چې د جمعې لمانځه، د اخترونو لمونځونو، لمر نیونې (کسوف) او باران غوښتلو لمونځونو سره تړاو لري.
د فرضي زکات د أحکامو بیان، د زکات د وجوب شرطونه، هغه مالونه چې زکات په کې کیږي او د مستحقو کسانو ډولونه.
د روژې تعریف، د روژې د حکم، شرطونو، فاسدوونکو، ادابو او داسې نورو مسائلو بیان.
د حج او عمرې د طریقې اړوند وینا، د مېقاتونو ډولونه، د احرام موانع، فدیه او داسې نور.
شپږمه سویه
لومړی لوست ([2])
د استوګنې معنا : په یو ځای کې دایمي استوګنه چې د جمعې د وجوب او صحت لپاره شرط دی، نو پدې سره مسافر او د بانډو هغه اوسیدونکي له دې حکم څخه وځي چې په خېمو او څپرو کې اوسیږي، او یا د باران او واښو په لټه کې کډوالي کوي چې د فقهې په کتابونو کې یې په بشپړ توګه حکمونه راغلي دي.
د جُمعې لمونځ
حکم یې:
د جمعې لمونځ په هر مسلمان، بالغ، عاقل، نر او خپل ځای کې مېشت فرض دی.
نو په کوچني، لیوني، ښځې او مسافر واجب نه دی.
د وجوب دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! کله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وشي، نو تاسو د الله ذکر ته بیړه وکړئ او اخیستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډیر غوره دی که تاسو پوهېږئ). [الجمعة سورت: 9 ایت].
د جمعې د لمانځه د صحت شرطونه:
د جمعې د لمانځه د صحت لپاره څلور شرطونه دي چې په لاندې ډول دي:
۱ - وخت، چې هغه لکه د ماسپښین وخت، چې د لمر له زوال څخه پیلیږي (یعنې کله چې لمر د آسمان له مینځ نه لویدیځ طرف ته کوږ شي) او هغه مهال پای ته رسیږي چې د هر شي سیوری د هغه په اندازه شي.
۲- د جماعت (ډلې) حضور، ځکه له یو څخه نه صحیح کیږي.
۳- هستوګنه، چې هغه دايمي استوګنه ده.
۴ - چې وړاندې ترې دوه خطبې وویل شي.
د جمعې د لمانځه طریقه:
د جمعې لمونځ دوه رکعته دی، لکه د سهار د لمانځه په څېر، امام پکې قراءت په جهر سره لولي، او سنت طریقه ده چې په لومړي رکعت کې - له فاتحې وروسته - الأعلی سورت او په دویم رکعت کې الغاشیة سورت ولولي.
د جمعې لپاره مستحب کارونه:
د جمعې په ورځ د مسلمان لپاره ځینې کارونه مستحب دي لکه:
۱ - غسل کول، پاکوالی، خوش بویي لګول، لمانځه ته د تللو لپاره ښایسته جامې اغوستل.
۲ - لمانځه ته وختي تلل او امام ته نږدې کېناستل.
۳ - د الکهف سورت لوستل.
۴ - ډیرې دعاګانې او په رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر درود ویل.
۵ - د جمعې د لمانځه پسې دوه یا څلور رکعته لمونځ کول.
هغه څه چې د جمعې په ورځ ترې منع راغلې ده:
- کله چې امام د جمعې خطبه وایې نو خبرې کول حرام دي؛ ځکه چې خطبې ته غوږ نیول واجب دي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: ژباړه: «کله چې تا د جمعې په ورځ خپل ملګري ته وویل: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو بې ځایه وینا دې وکړه». بخاري په: كتاب الجمعة، باب: الإنصات يَوْم الجمُعَة والإمام يخطُب کې په (934) شمیره روایت کړی، او د لغوتَ معنا ده: یعنې لغوه دې وکړه: او لغو: ګناه ته وایي.
- د مسلمان لپاره مکروه دي چې د خلکو او په اوږو واوړي، مګر دا چې خالي ځای وګوري.
د جمعې د لمانځه خطبه:
د جُمعې د لمانځه د صحت لپاره د لمانځه نه مخکې دوه خطبې ویل سنت دي، چې هره یوه یې لاندې ټکو ته شامله ده:
۱ - د الله جل جلاله حمد ویل. ۲ - له قرآن کریم څخه یو آیت لوستل.
۳ - نصیحت. ۴ - په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.
۵ - د الله تعالی څخه په ویره وصیت.
هغه څه چې خطبه ویونکي ته یې کول سنت دي
۱ - د خطیب لپاره سنت دي چې په منبر او یا لوړ ځای خطبه ورکړي.
۲ - جومات ته د ننوتو او منبر ته د ختلو پر مهال په خلکو سلام واچوي.
۳ - د دوو خطبو تر منځه یوه لنډه ناسته وکړي.
۴ - مسلمانانو ته دعا وکړي.
۵ - خطبې لنډې ووایي.
پوښتنې:
س۱ - د جمعې د لمانځه حکم څه شی دی؟ پر چا واجب ده، او د وجوب دلیل یې څه شی دی؟
س۲: لاندې جملې بشپړې کړئ:
د جمعې د لمانځه وخت له ....................................... پېلیږي او هغه مهال پای ته رسیږي چې .....................................................
ب - د جمعې د لمانځه په لومړي رکعت کې د ............................. سورت لوستل او په دویم رکعت کې د ................................. سورت لوستل سنت دي.
س۲ : د (أ) په ستون کې د عبارت شمېره د (ب) د ستون د مناسبې جملې مخې ته ولیکه:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
۱ - د جُمعې د صحت له شرطونو څخه
د امام د خطبې پر مهال خبرې کول
۲ - د جمعې په ورځ د مسلمان لپاره مستحب دي
چې په لوړ ځای خطبه ورکړي
۳ - د مسلمان لپاره مکروه دي
د الله جل جلاله حمد ویل
۴ - پر مسلمان حرام دي چې
د خلکو پر اوږو واوړي
۵ - د خُطبې له سنتونو څخه
د سورت الکهف تلاوت کول.
د جماعت یا ډلې حاضریدل
س۴: د جمعې د لمانځه د صحت لپاره شرط دا دی چې مخکې ترې دوه خطبې وویل شي چې هره یوه یې باید پنځو کارونو ته شامله وي. هغه کوم دي؟
أ-......................................................................................ب-......................................................................................
ج-......................................................................................د-......................................................................................
هـهـ-.................................................................................................................................
دویم لوست ([4])
ښوونکی په عملي توګه د اختر لمونځ ادا کوي او د تکبیرونو طریقه ورښیي او له زده کوونکو یې غواړي.
د اخترونو لمونځ
مسلمانان په کال کې دوه اخترونه لري چې کوچنی او لوی اخترونه دي، چې مسلمانان په کې له رمضان نه وروسته او د ذوالحجې د میاشتې د لومړۍ لسیزې په پای کې راټولیږي او د الله تعالی د نعمت شکر پر ځای کوي، چې د رمضان د میاشتې روژه نیول یې ورته اسان کړل او د نېکو عملونو توفیق یې ورکړ، دوی له الله تعالی څخه سوالونه کوي چې عملونه یې قبول کړي. د اختر په ورځو کې خلک یو د بل لیدلو ته ورځي، خپلوي پالي او د خوښیو اظهار کوي، او ټول د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره راوځي.
او یو بل اختر هم شته چې د جمعې ورځ ده، لدې دریو اخترونو پرته نور ټول اخترونه بدعت او په دین کې نوښت دی.
د اخترونو د لمانځه حکم:
کفایي فرض دی (چې ځینې یې وکړي له نورو خلکو ساقطیږي) دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني کوه) [الكوثر سورت: 2 ایت].
وخت یې:
د سترګو په دید (د لمر سترګې) د نیزې په اندازه له لوړوالي څخه (یعنی د لمر له راختلو شاوخوا یو ساعت وروسته) تر زوال پورې (یعنې چې لویدیځ لور ته لږ کوږ شي).
طریقه یې:
۱ - د اخترونو لمونځونه دوه رکعته دي او امام پکې په جهر سره قراءت کوي.
۲ - په لومړي رکعت کې له تحریمه تکبیر او سبحانک اللهم نه وروسته شپږ تکبیرونه کوي.
۳- په دویم رکعت کې د انتقال له تکبیر نه وروسته پنځه تکبیرونه کوي او له هر تکبیر سره لاسونه پورته کوي.
۴- په لومړي رکعت کې له فاتحې وروسته سورة الاعلی او په دویم رکعت کې سورة الغاشیه ویل سنت دي.
د اخترونو خطبه:
د لمانځه له پای ته رسېدو وروسته امام دوه خطبې ورکوي، چې په هغه کې له الله تعالی څخه د وېرې، له حرامو څخه د ځان ساتلو، او خلكو ته د هغوی د حقونو په سپارلو، د الله تعالی پر کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو منګولې لګولو ټینګار کوي، او د لوی اختر په خطبه کې خلک قربانۍ کولو ته هڅوي او دا ورته تشریح کوي چې په کوم مال قرباني کیږي او په کوم نه کیږي.
د اختر سنتونه:
۱- د ښار سره په نږدې دښته کې د لمانځه ادا کول او د ضرورت پر مهال یې په لوی جومات کې په اداء کولو کې کوم حرج نشته.
۲- لمانځه ته وختي پياده تلل.
۳- په یوه لار تلل او په بله بیرته راتلل.
۴- د کوچني اختر لمانځه ته له تللو مخکې خرما خوړل، او غوره دا ده چې طاق عدد وي (درې يا پنځه خرما...).
۵- لمانځه ته د سینګار په حالت کې وتل، چې تر ټولو ښایسته جامې واغوندي، او مېرمنې به لمانځه ته ډول سینګار نه کوي او نه به خوش بوی لګوي.
د اختر د لمانځه له احکامو څخه:
لومړی: د اختر د لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته.
دویم: د اختر له لمانځه نه مخکي او وروسته نفل کول مکروه دي، که چیرته لمونځ په عېدګاه کې کېده، خو که د اختر لمونځ په مسجد کي کېده، نو مسجد ته له ننوتلو وروسته تحیة المسجد لمونځ کیږي.
دریم: د هغه چا لپاره چې د اختر ټول او یا لږ لمونځ ترې تللی وي، نو سنت طریقه دا ده چې د اختر د لمانځه په څېر یې راوګرځوي، داسې چې دوه رکعته له ټولو تکبیرونه سره ادا کړي.
په اختر کې تکبیر:
په لوړ غږ د اختر په دوو شپو، د ذو الحجې په لسیزه، د تشریق په ورځو کې چې یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه ورځې دي تکبیر ویل سنت دي.
د تکبیر (ویلو) طریقه:
اللهُ أكبَر، اللهُ أكبَر، لا إله إلّا الله، واللهُ أكبَر، اللهُ أكبَر، ولله الحمْدُ.
پوښتنې:
س۱: د اختر د لمانځه په اړه په لاندې ټکو کې وغږیږئ:
أ. حکم یې. ب: دلیل یې. ج: وخت یې. د: طریقه یې.
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
۱- د اختر لمونځ له ښار سره نږدې په دښته کې ادا کول سنت دي.
۲ - د اختر لمونځ له اذان او اقامت سره ادا کيږي.
۳- د اختر له لمانځه مخکې او وروسته نفل کول سنت دي.
۴- د تشريق ورځې عبارت دي له: د ذوالحجې د مياشتې (۱۰، ۱۱ او ۱۲) ورځو څخه.
س۳: د اختر له سنتونو یې څلور وښیه.
س۴: د جمعې او اختر د لمونځونو تر منځ توپير وښیه.
دریم لوست ([5])
ښوونکی په عملي بڼه د اختر لمونځ ادا کوي او له زده کوونکو غواړي چې ادا یې کړي.
د کسوف لمونځ
لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د (قدرت) له نښانو څخه دوه نښې دي چې د هغه ذات د قدرت او عظمت څرګندونه کوي، د دوی نیونه (کسوف) یوه بله نښانه ده چې د دې کائناتو چارې د الله تعالی په لاس کې دي او څنګه چې وغواړې هسې یې چلوي.
په کسوف رامنځته کېدو کې د الله تعالی له حکمت څخه:
د بندګانو ویرول؛ تر څو دوی په دعا، استغفار او لمانځه سره الله تعالی ته رجوع وکړي، نو د کسوف له امله د الله تعالی ډول ډول عبادتونه وکړي چې په پایله کې یې لوی اجر او فضیلت ور په برخه کړي، لدې امله الله تعالی د کسوف پر مهال لمونځ روا کړی دی.
د کسوف معنا: د لمر یا سپوږمۍ د ټولې یا ځینې رڼا له منځه تلل.
د کسوف د لمانځه حکم: موکد سنت دی، دلیل یې د عائشې رضي الله عنها حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له نښانو څخه دوه نښې دي، د چا د مرګ او یا ژوند له امله پرې کسوف نه راځي، نو کله مو چې دا ولیدل، له الله تعالی څخه دعا وغواړئ، تکبیر ووایئ، لمونځ وکړئ او صدقه ورکړئ». بخاري په كتاب الكسوف، باب: الصَّدَقَة في الكسوف کې په: (1044) شمیره روایت کړی، او مسلم په كتاب الكسوف، باب: صلاة الكُسوف کې په (901) شمیره روایت کړی دی.
د کسوف د لمانځه وخت: د کسوف له پيل څخه تر پای پورې.
کله چې کسوف وشي، د لمانځه لپاره بلنه ورکول کیږي چې (الصَّلاة جامِعَة) یعنې د جماعت لمونځ ودریدونکی دی. نو د کسوف تر له منځه تللو پورې لمونځ کوي.
او کله چې د کسوف له پای ته رسیدو وړاندې لمونځ خلاص شي، نو خلک د الله تعالی ذکر او دعا کوي، او بیا ځلې لمونځ نه کوي، کله چې کسوف پای ته ورسید، په داسې حال کې چې دوی په لمانځه کې وو، نو امام دې پاتې لمونځ په لنډ ډول بشپړ کړي.
طریقه یې:
د کسوف لمونځ دوه رکعته دی چې څلور رکوع ګانې او څلور سجدې پکې کیږي، امام په دواړو رکعتونو کې په جهر سره قراءت لولي او په لاندې ډول یې کوي:
۱- تحریمه تکبیر کوي، سبحانک اللهم وایي، بیا اعوذ بالله وایې، بیا فاتحه او ورپسې یو لوی سورت لولي، بیا اوږده رکوع کوي، بیا د (سمع الله لمن حمده) په ویلو سره سر راپورته کوي (ربنا ولک الحمد) وایې او سجده نه کوي.
۲ - بیا فاتحه او یو لوی سورت لولي، بیا اوږده رکوع کوي، بیا د (سمع الله لمن حمده) په ویلو سره سر راپورته کوي او (رَبَّنا ولك الحمد) وایي.
۳ - بیا دوه اوږدې سجدې کوي، او تر منځه یې اوږده ناسته نه کوي، او پدې سره لومړی رکعت پای ته ورسید.
۴ - بیا دویم رکعت لکه د لومړي په څېر کوي، د دوو اوږدو رکوع ګانو او اوږدو سجدو سره، بیا تشهد وایي او سلام ګرځوي.
د کسوف د لمانځه سنتونه:
د کسوف پر مهال لاندې کارونه سنت دي:
۱ - چې د کسوف لمونځ په جماعت سره وشي.
۲ - ډیره دعا کول، بښنه غوښتل، صدقه او داسې نور نېک کارونه کول.
۳ - د لمانځه پسې وعظ او نصیحت او خلک د الله تعالی تقوا او د منکراتو پریښودلو ته هڅول.
پوښتنې:
س۱: د کسوف د پېښېدو تر شا حکمت څه دی؟
س۲: لاندې جملې بشپړې کړئ:
أ- کسوف عبارت دی له ..................................................................... .....................................................................................................
ب- د کسوف د لمانځه حکم .....................................................................................................
ج- د کسوف د لمانځه وخت له: ............................................................. تر .................................. دی.
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
الف- کله چې کسوف د لمانځه له پای ته رسیدو مخکې خلاص شي، نو امام په لنډ ډول لمونځ بشپړوي.
د کسوف لمونځ څلور رکعته دی چې امام پکې په جهر سره قراءت لولي.
ج- د کسوف له سنتونو څخه یو دا دی چې دا لمونځ په جماعت سره وشي.
س۴: د کسوف د لمانځه طریقه بیان کړه.
څلورم لوست ([7])
ښوونکي ته: - د باران غوښتننې (استسقاء) لمونځ په وخت، طریقه او احکامو کې لکه د اختر د لمانځه په څېر دی، نو ښوونکی باید دلته له زده کوونکو سره دا موضوع ګانې مراجعه کړي. - ښوونکی دا تشریح کوي چې د باران د مخنیوي لوی لامل د ګناهونو او سرغړونو زیاتوالی دی په تېره بیا زکات نه ورکول. - ښوونکی په عملي توګه زده کوونکو ته د استسقاء لمونځ ورښیي او بېرته له زده کوونکو غواړي چې عملي یې کړي.
د استسقا (باران) لمونځ
باران د الله جل جلاله له لورې د بندګانو لپاره یو نعمت او رحمت دی، چې په دې سره واښه راشنه کیږي، ځمکه خړوبیږي او د انسان، حیواناتو او نباتاتو د ژوند لامل ګرځي، او کله چې بارانونه نه وي، یا لږ شي، خلکو ته لویه ستړیا پيدا کیږي او له ډیرې سختۍ سره مخ کیږي، لدې امله خلک خپل الله ته رجوع کوي چې د دوی او د باران پېدا کوونکی دی، غني او سخي ذات دی، نو هر وخت ترې د باران غوښتنه کوي، ځینې وختونه په یو ځای کې سره راټولیږي، لمونځ او دعا کوي چې دې لمانځه ته د استسقاء لمونځ وایي.
د استسقاء تعریف: له الله تعالی څخه د باران غوښتنه.
د باران غوښتلو لمونځ کله روا کیږي؟
د باران غوښتنې لمونځ هغه وخت روا کیږي چې ځمکه وچه او باران بند شي.
حکم یې:
مؤکد سنت دی او د لیل یې دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د باران سوال وکړ، دوه رکعته لمونځ یې وکړ او خپل څادر یې په څټ واړوه ([8]). بخاري په كتاب الاستِسْقاء، باب: صلاة الاستِسْقاء ركعَتَيْن کې په: (1026) شمیره روایت کړی دی.
طریقه یې:
د استسقاء لمونځ د رکعتونو په شمېر، تکبیرونو او سنتونو کې لکه د اختر د لمانځه په څېر دی.
د استسقا خطبه:
د لمانځه له پای ته رسیدو پسې امام یوه خطبه ورکوي چې په تکبیر سره یې لکه د اختر د خطبې په څېر پرانیزي، زیات استغفار وایي او هغه آیتونه پکې لولي چې په استغفار پکې امر شوی دی، د دعا لپاره لاسونه پورته کوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دعاګانو سره دعا کوي چې ځینې یې په لاندې ډول دي: «یا الله، ته الله (په حقه معبود ذات) یې، له تا پرته بل حق معبود نشته مګر همدا ته یې، ته غني او موږ اړمن یو، پر موږ باران و اوروه، او څه دې چې موږ ته نازل کړل، زموږ د ځواکمنۍ او تر یوې نېټې پورې د رسیدو لامل وګرځوه ( یعنې چې تر یوې نیټې پورې پرې ستا د عبادت لپاره پياوړي او ځواکمن شو)». أبو داود په كتاب الصَّلاة، باب: رَفْع اليَدَيْن في الاستِسْقاءِ کې په: (1173) شمیره روایت کړی دی.
بيا قبلې ته مخ کوي، خپل څادر او یا چپن په څټ اړوي، داسې چې ښۍ پېڅکه په چپه اوږه او چپه پېڅکه په ښۍ اوږه راړوي، لمونځ کوونکي هم همداسې کوي او په ټېټ غږ دعا کوي.
او کله چې باران وشو نو سنت طریقه ده چې دا دعا وویل شي: اللَّهمَّ صَيِّباً نافِعاً. یعنې ای الله ! ګټور باران یې وګرځوې.
پوښتنې:
س۱: د صحیح ځواب لاندې کرښه کش کړئ:
أ- د استسقا معنا ده: ( د باران بندیدو غوښتنه - له الله تعالی څخه د باران ورولو غوښتنه - د لمر رڼا له منځه تلل).
ب - د استسقا لمونځ: ( واجب - موکد سنت - کفایي فرض ) دی.
س۳: لاندې عبارتونه بشپړ کړئ:
أ- کله چې باران وشو نو سنت طریقه ده چې وویل شي: .........................................................................................
ب - د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه : اللَّهمَّ أنت ........................................................................................................................................................................................................ وبَلاغاً إلى حِين.
س۴: د استسقاء د لمانځه طریقه څنګه ده؟
پنځم لوست
جنازې (د جنازو احکام)
مړي ته د غسل ورکولو، کفنولو، پرې جنازې کولو او ښخولو حکم:
مړي ته غسل ورکول، کفن ورکول، جنازه پرې کول او خښول یې کفایي فرض عمل دی ( که دومره خلک چې بسنه کوي دا کار وکړي، له نورو ګناه ساقطیږي).
پر مړي د جنازې کولو طریقه:
په جنازه کې څلور تکبیرونه دي چې طریقه یې په لاندې ډول ده:
۱ - لومړی تکبیر کوي، اعوذ بالله او بسم الله وایي (او سبحانک اللهم نه وایي ) بیا فاتحه لولي.
۲ - بیا دویم تکبیر کوي او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایي.
۳ - بیا دریم تکبیر کوي، مړي، ځان او مسلمانانو ته دعا کوي.
۴ - بیا څلورم تکبیر وایي، ورپسې لږ چوپ پاتې کیږي، بیا ښي لور ته یو سلام اړوي.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو طریقه:
(یاالله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پر کورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او عزتمند یې).
د مړي لپاره له دعاګانو څخه يوه دا ده چې ووایې:
«اې الله! بخښنه ورته وکړه او رحم پرې وکړه، له سختیو یې وساته، او معافي ورته وکړه، عزتمنده میلمسیا یې وکړه، د ورتلو ځای يې پراخه کړه، په اوبو، واوره او ګلۍ یې ووینځه، او له ګناهونو یې داسې پاک کړه لکه څنګه چې سپینه جامه له خیري پاکیږي، او د ده د کور په بدل کې ښه کور ورکړه، او له کورنۍ غوره کورنۍ ورکړه؛ او له ښځې یې غوره ښځه ورکړه، او جنت ته یې داخل کړه او د قبر او جهنم له عذابه یې وساته».
د جنازې سنتونه:
۱ - د جنازې سره تلل تر څو چې دفن شي.
۲ - جنازه په بیړه تر قبره رسول.
۳- د مړي کورنۍ ته د هرې کلمې په کارولو سره تسلیت ویل لکه: (عَظَّمَ اللهُ أَجْرَك، وأَحْسَن عَزاءَك، وغَفَرَ لِمَيِّتِك). (الله دې تاسو ته لوی اجر درکړي، او تاسو ته دې صبر درکړي او ستاسو مړي ته دې بخښنه وکړي).
۴ - د سړیو لپاره هدیرو ته تلل، او دا چې هدیرې ته د ورتللو پر مهال ووایي: ( السَّلام عليكُم دارَ قَوْمٍ مُؤمِنِينَ، وإنّا إن شاءَ اللهُ بِكُم لاحِقُونَ، يَرْحَم اللهُ المستَقْدِمِينَ مِنْكُم والمسْتَأخِرِينَ). «سلام دې وي پر تاسو ای د دې کور مؤمنو استوګنو، او ِان شاء الله چې موږ درسره یو ځای کېدونکي یو، الله دې ستاسو پر مخکنیو او وروستنیو رحم وکړي».
۵ - څوک چې په کوم مصیبت اخته شي نو ( إنّا للهِ وإنّا إليه راجعون ) وايي: یعنې (موږ د الله یو او د هغه لور ته ورګرځیدونکي یو).
په جنازه کې ناروا (عملونه):
۱ - د مصیبت پر مهال بې صبري، په چېغو ژړا کول، کالي څیرې کول، په څپیړو مخ وهل او داسې نور کارونه حرام دي.
۲ - په قبرونو کېناستل او د پاسه پرې تېریدل حرام دي.
۳ - د جنازې د لمانځه پرته د قبرونو تر څنګ لمونځ کول حرام دي.
۴- په جنازه کې غږ پورته کول مکروه دي، حتی که په ذکر او د قرآن کریم په تلاوت هم وي.
۵ - پر قبرونو جوماتونه ودانول حرام دي.
پوښتنې:
س۱ - په جنازه کې لمونځ کوونکی له لومړي، دویم، دریم او څلورم تکبیر وروسته څه کوي؟
س۵ - د لاندې (مسألو) حکم بیان کړه:
أ - مړي ته غسل ورکول ( ).
ب - تعزیت:
ج- د قبر سره لمونځ کول.
د - د جنازې سره غږ پورته کول ( ).
هـ - مړي ته کفن ورکول.
س۳: په لاندې حالاتو کې څه ویل روا دي؟
أ - هدیرې ته د تلو پر مهال: .....................................................................................................
ب- د مړي کورنۍ ته د تعزیت ویلو پر مهال: ...................................................................................................
ج - د مصیبت پر مهال: ....................................................................................................
س۴: د مصیبت پر مهال د بۍ صبرۍ ځینې بیلګې ووایه.
شپږم لوست
زکات:
حکم یې:
زکات د اسلام له ارکانو څخه دریم رکن او له هغو فرایضو یو فرض دی چې الله تعالی په خپلو بندګانو فرض کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ). [البقرة: 43]. او (رسول الله) صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «اسلام دا دی چې ګواهي ورکړې پدې چې په حقه د عبادت وړ نشته مګر یوازې الله دی او دا چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې که د لارې د ورتلو وسه دې پوره وه». مسلم في كتاب الإيمان، باب: بيان الإيمان والإسلام والإحسان، کې په (8) شمیره روایت کړی دی.
د وجوب شرطونه یې:
۱- اسلام.
۲ - نصاب درلودل ( معنا یې: په شریعت کې د مال ټاکلې اندازه ده چې په درلودلو یې په انسان زکات واجبیږي).
۳ - پوره یو کال تېریدل، البته د ځمکې له حاصلاتو پرته، ځکه د هغې زکات د دانو په رسیدو او یا د میوو په پخېدلو سره واجبیږي.
هغه مالونه چې زکات پکې واجب دی:
1- څاروي: (اوښان، غواګانې او پسونه). 3- سره زر او سپين زر.
۲ - د ځمکې حاصلات (دانې او میوې). ۴- سوداګریز توکي.
آداب یې:
د زکات له آدابو څخه:
۱ - چې زکات د الله تعالی د رضا لپاره وباسي.
۲ - د زړه له کومي یې وباسي.
۳ - اړمنو ته یې ورکړي.
۴ - پر چا یې احسان ونه کړي.
پوښتنې:
س۱ - زکات د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن دی، له قرآن او سنت څخه یې پر وجوب دلیل ووایه.
س۲: د زکات له آدابو څخه درې آداب وښیه.
س۳: د زکات و جوب شرطونه وښیه.
س۴: نصاب څه معنا؟
اووم لوست ([11])
ښوونکی په ګوته کوي چې که څاروي د سوداګرۍ لپاره چمتو شي نو د سوداګریزو توکو په څېر یې زکات ورکول کیږي که څه هم واښه خوري.
لومړی: د څارویو زکات
په بهیمة الأنعام (اوښانو، غواګانو او پسونو کې) په دریو شرطونو زکات واجبیږي:
۱ - چې له ساتلو څخه یې موخه شېده او د څارویو بچي لاسته راوړل وي او یا د څربولو لپاره ساتل کیږي، خو که چېرته د کار لپاره وي لکه قُلبه کول نو بیا پکې زکات نشته.
۲ - چې سائمة وي، یعنې د کال ډیری وخت په خپله څریږي، ځکه که چېرته ورته واښه ورته (چمتو) کیږي نو زکات پکې نشته.
۳ - چې نصاب ته ورسیږي.
د څارویو لږترلږه نصاب په لاندې جدول کې بیان شوی دی:
د څاروي ډول
تر ټولو لږه اندازه (چې زکات پکې واجبیږي)
هغه مقدار چې باید ورکړل شي
اوښان
۵
یو پسه
غوا/غوایي
۳۰
یو کلن (خوسی یا خوسۍ).
پسونه، میږې، وزې
۴۰
یو پسه
اتم لوست ([12])
- دانې پخېدل: چې کله ورسیږي او کلکې شي، په میوو کې د پخېدو بڼه د دوی ډولونو پورې اړه لري، د بیلګې په توګه، په کجورو کې چې کله سرې او یا زیړې شي، په انګورو کې چې کله خواږه شي. - کله چې ځینې دانې او میوې د کال یوه برخه په پېسو خړوبه شي او نوره برخه یې له خوارۍ پرته اوبه شي نو د لسمې درې پر څلورمه برخه زکات پکې کیږي: (7.5٪).
د ځمکې د حاصلاتو زکات
د ځمکې حاصلات ډولونه لري لکه:
۱ - غلې دانې، لکه: غنم، وربشې، وريجې او جوار.
۲- هغه مېوې چې له خرابېدو پرته د ډېر وخت لپاره ساتل کېدای شي، لکه: خرما، ممیز، بادام او پسته.
په غلو دانو او میوو کې له شرایطو سره سم زکات واجبیږي لکه:
۱ - نصاب ته رسیدل.
۲ - دانې کلکېدل او میوې پخېدل.
۳ - چې د ساتلو وړ وي، که چېرته نه ساتل کیږي نو زکات پکې نشته لکه مېوې.
د غلو دانو او میوو نصاب:
پنځه وسقه دی. یو وسق شپېته پېمانې دی، نو نصاب درې سوه نبوي پېمانې دي، او د معاصرو معیارونو له مخې شاوخوا ۶۱۲ کیلوګرامه دی، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: «له پنځو وسقو څخه په کمه اندازه کې زکات نشته». بخاري په كتاب الزكاة، باب: زكاة الوَرِق کې په (1447) شمیره روایت کړی دی.
په غلو دانو او میوو کې د زکات واجبه اندازه:
اوبه خور ته په لیدو غلې دانې او میوې په دوه ډوله ویشل شوي دي:
لومړی ډول یې هغه دي چې له زیار پرته خړوبیږي لکه: د باران او یا چینو په اوبو خړوبیدل.
پدې کې واجبه اندازه عشر (لسمه برخه) ده (10 %).
دویم ډول: هغه چې په زیار سره خړوبیږي لکه هغه چې د څاګانو په اوبو د ماشینونو، سپرینلرونو او داسې نورو په واسطه خړوبیږي.
پدې کې د زکات واجب اندازه: د لسمې نیمه برخه ده، یعنې: (5 %).
پوښتنې:
س۱: په څارویو کې د زکات د وجوب شرطونه وښیه.
س۲: لاندې عبارتونه بشپړ کړئ:
أ - په پسونو کې د نصاب لږه اندازه ..............................پسونه دي چې په هغې کې ......................................زکات ورکول کیږي.
ب- د غلو دانو او میوو د زکات نصاب .............................. وسقه دی، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: "......................................... په کمه اندازه کې زکات نشته."
س۳: د ځمکې د حاصلاتو ډولونه او د هر ډول لپاره یو مثال بیان کړه.
س۴: د قوسونو تر منځه د صحیح ځواب لاندې کرښه کش کړه:
أ - د غلو دانو اومیوو نصاب (۳۰۰ پېمانې- ۳۵۰ پېمانې- ۶۰ پېمانې دی).
ب - هغه غلې دانې چې له زیار پرته خړوبیږي په هغې کې: ( لسمه، د لسمې نیمه، د لسمې څلورمه) برخه زکات کیږي.
س۵: په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطي اصلاح کړئ:
أ - په اوښانو کې د نصاب لږه اندازه: ( پنځه) اوښان دي چې یو پسه پکې کیږي.
ب - د هغه څه بېلګه چې په زیار سره خړوبیږي دا ده چې: په د باران او چینو په اوبو سره خړوب شي.
ج - په میوو کې د زکات د واجبېدو له شرطونو څخه د پوره یو کال تېریدل دي.
د - که چېرته څارويو ته واښه ورکول کیږي نو زکات پکې نشته.
س۶: یو سړی سل سره پسونه لري چې دی یې له یو کال راهیسې خاوند دی، څلویښت یې په دښتو کې څریږي، او شپېتو نورو ته په خپله ځمکه کې وربشې او بوس ورکوي، نو پر ده څو پسونه زکات ورکول واجب دي او ولې؟
س۷: یو سړی د پسونو رمه لري، له تا یې وپوښتل چې څومره زکات پرې کیږي، نو ته ترې باید کومې پوښتنې وکړې چې سوال یې ځواب کړی شې؟
نهم لوست
دریم: د سرو او سپینو زرو زکات
په سرو او سپینو زرو کې په دوو شرطونو زکات واجبیږي:
۱- چې هر یو یې نصاب ته ورسیږي.
۲- چې پوره یو کال پرې تېر شي.
د واجب مقدار اندازه چې ویستل کیږي:
که چېرته مخکیني دوه شرطونه پوره شوي وي نو په سرو او سپینو زرو کې د لسمې څلورمه برخه زکات ورکول واجب دي چې: د (2.5٪) سره مساوي دی.
د سرو او سپینو زرو نصاب او هغه څه چې په معاصرو معیارونو کې ورسره برابر دي
ډول
نصاب
واجب مقدار چې باید ادا شي
د لسمې څلورمه = ۲.۵ ٪
سره زر
۲۰ مثقال د ۸۵ ګرامو سره مساوي کیږي
۰.۵ مثقاله = ۲.۱۲۵ ګرامه
سپین زر
۲۰۰ درهمه = ۵۹۵ ګرامه.
۵ درهمه = ۱۴/۸۷۵ ګرامه
لسم لوست ([14])
د لسمې څلورمه برخه، داسې چې ۱۰۰په (۴۰) وویشل شي د لسمې څلورمه برخه ترلاسه کیږي چې، ۲.۵ ٪ کېږي.
څلورم: په سوداګریزو توکو کې زکات
سوداګریز توکي: له هغو شیانو څخه عبارت دي چې د ګټې په خاطر پېر او پلور ته چمتو کیږي لکه: کالي، موټرونه، د کور اسباب، اوسپنه او داسې نور توکي چې خاوند یې خرڅلاو ته وړاندي کړي وي.
په سوداګریزو توکو کې په دریو شرطونو زکات واجبیږي:
۱ - چې د توکو قیمت نصاب ته ورسیږي.
۲ - د تجارت نیت پرې ولري.
۳ - یو کال پرې تېر شي.
د سوداګریزو توکو نصاب د سرو او یا سپینو زرو د نصاب قیمت دی.
په سوداګریزو مالونو کې د زکات مقدار: د لسمې څلورمه برخه ده، یعنې (2.5%).
مثال:
* که یو سړی د درې زره ریالو په ارزښت ټوکر (رختونه) ولري او وغواړي پوه شي چې زکات پرې شته او که نه؟ نو بازار ته ځي او د سپینو زرو د نصاب د ارزښت پوښتنه کوي، ځکه چې د نصاب ارزښت وخت په وخت بدلېږي او دا معلومه ده چې د سپينو زرو نصاب 595 ګرامه دی، نو که ورته وويل شي چې د 595 ګرامو قیمت 3000 ريال يا لږ دی، نو د ټوکرونو (رختونو) زکات پرې واجب دی؛ ځکه چې قیمت یې د سپينو زرو د نصاب ارزښت ته رسېږي، او که ورته وويل شي چې د سپينو زرو د نصاب ارزښت ۴۰۰۰ ريال دی نو د ټوکرونو زکات پرې نشته، ځکه چې (ده سره د ۳۰۰۰ ریالو په ارزښت ټوکرونه دي) او ارزښت یې د سرو زرو د نصاب ارزښت ته نه دی رسېدلی.
* کالي، موټر، د کور فرنيچر او داسې نور؛ که مالک يې د استفادې لپاره تيار کړي وي او د سوداګرۍ نيت يې ونه لري نو زکات پرې نشته.
* کورونه، موټرونه او داسې نور که مالک يې د کرايې لپاره چمتو کړي وي او په پېر او پلور سره یې د سوداګرۍ نیت ونه لري، نو زکات پرې نشته.
پوښتنې:
س۱: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
۱ - په سرو او سپینو زرو کې زکات په دوو شرطونو واجبیږي:
أ- .............................................. .............................................. ..............................................
ب- .............................................. .............................................. ..............................................
۲- د سرو زرو نصاب ................................. مثقاله دی چې له .....................................................ګرامو سره برابریږي.
۳- د سپینو زرو نصاب ................................. درهمه دی چې د ................................ ګرامو سره برابریږي.
4- د سوداګریزو توکو نصاب: ارزښت یې ................................. ......... او د زکات اندازه یې: ........................................ ده.
س۲: له سوداګریزو توکو څخه مراد څه شی دی؟ او د زکات د فرضیت شرطونه یې کوم دي؟
س۳: که جامې او موټرونه یې خاوند د شخصي استعمال لپاره ولري، نو آیا زکات پکې شته؟
س۴: عبدالرحمن پنځه ودانۍ جوړې کړې، چې د هرې یوې قیمت یې پنځه سوه زره ریال اټکل کیږي، او کله یې چې آبادي سرته ورسوله، یوه یې د استوګنې او بله یې د معاملاتو لارښود (رهنمای معاملات) دفتر د ادارې لپاره وټاکله، او درې نورې یې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړې، نو آیا په ودانیو کې یې زکات شته، پداسې حال کې چې پر ودانیدو یې له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی دی؟
س۶: احمد له یو کال راهېسې څلور زره ریال لري او په بازار کې د سرو زرو د نصاب قیمت 3500 ریاله دی؟ نو آیا زکات پرې شته؟ او اندازه یې څومره ده؟
یوولسم لوست
په رمضان کې د فطر صدقه (سرسایه)
د رواوالي حکمت:
الله تعالی مسلمانانو ته د رمضان د روژو له بشپړېدو وروسته د فطر صدقه ورکول روا کړي دي، چې په دې وخت کې یې مشروعیت ډیر حکمتونه لري او ځینې یې په لاندې ډول دي:
1- ځینې نيمګړتياوې چې له روژه دار څخه منځ ته راځي.
۲- د غریبانو او مسکینانو د اړتیاوو پوره کول، تر څو له خلکو سره د اختر په خوښیو کې ګډون وکړي.
۳- د روژې د فرضیت په پوره کولو سره د الله تعالی شکر ادا کول.
حکم یې:
د فطر صدقه په هر مسلمان فرض ده؛ نارینه وي که ښځینه، لوی وي او که کوچنی، پدې شرط چې د اختر په شپه او ورځ کې یوه پېمانه او یا له یوې زیات خواړه ولري چې د ده او د کورنۍ له نفقې یې اضافه وي، دلیل یې د ابن عمر رضي الله عنهما وینا ده: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده». بخاري په كتاب الزكاة، باب: فَرض صَدَقَة الفِطْر کې په: (1503) شمیره روایت کړی او مسلم په كتاب الزكاة باب: زكاة الفِطْر على المسلِمين مِن التَّمر والشَّعِير کې په (984) شمیره روایت کړی دی.
اندازه یې:
د کجورو، کشمشو، کرتو، غنمو، وريجو او داسې نورو دودیزو خوراکي توکو څخه يو صاع (پیمانه) ورکول کیږي، او د فطر په صدقه کې د قیمت ورکول جایز نه دي.
د ویستلو وخت یې:
غوره دا ده چې د اختر په ورځ د لمانځه څخه مخکې وویستل شي، او له اختر څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې یې ورکول هم روا دي.
پوښتنې:
س۱: د فطر صدقې په مشروعیت کې څه حکمت دی؟
س۲: د صحیح ځواب لاندې کرښه راکاږئ:
أ- د فطر زکات ( سنت - کفایي فرض - واجب) دی.
ب- د فطر د صدقې اندازه ( یو صاع - دوه صاعه - څلور صاعه ) ده.
ج- غوره ده چې د فطر صدقه ( د اختر د لمانځه نه وروسته - د اختر د لمانځه نه یوه ورځ مخکې - د اختر په ورځ د لمانځه نه مخکې) وویستل شي.
س۳: د فطر زکات پر چا واجب دی؟ او له څه شي نه ورکول کیږي؟
دولسم لوست
زکات ویستل
د زکات له ویستلو سره ځینې احکام تړاو لري لکه:
۱ - له کوم عذر پرته زکات باید سم د لاسه وویستل شي، او د زکات ورکولو وخت:
أ- د حیواناتو، سرو او سپینو زرو او سوداګریزو توکو لپاره یو کال تېریدل دي.
ب- د غلو دانو او میوو لپاره د زکات وخت د فصل رسیدل او راټولول دي.
دلیل یې د الله تعالی قول دی چې فرمایي: (او د هغه حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ) [الأنعام سورت: 141 ایت].
۲ - څوک چې په داسې حال کې له زکات ورکولو انکار وکړي چې له فرضیت څخه یې منکر وي کافر دی، او که د بخل له امله یې له ورکولو انکار وکړ خو له وجوب څخه یې منکر نه و نو په زوره ترې اخېستل کیږي، او د نه ورکولو له امله سزا ورکول کیږي.
۳ - غوره دا ده چې زکات په هغه هېواد کې وویشل شي چې مال پکې دی، خو د شرعي مصلحت لپاره یې په بل هېواد کې ویشل هم روا دي لکه چې: د بل هېواد خلک د هغه هېواد په پرتله زیات اړمن وي چې مال پکې دی.
پوښتنې:
س۱: لاندې جملې بشپړې کړئ:
۱ - له کوم ...........................پرته باید زکات ..............................وویستل شي.
۲ - د زکات ویستلو وخت:
أ- د حیواناتو،....................................،....................................... لپاره یو کال تېریدل دي.
ب- د ...........................او میوو لپاره د زکات وخت د....................... او ............................دي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: ﴿ ................................................ ﴾.
س۲: د لاندې (مسألو) حکم بیان کړئ:
۱ - څوک چې له دې امله له زکات ورکولو ډډه کوي چې له فرضيت څخه یې منکر وي.
۲ - څوک چې د بخل له امله زکات نه ورکوي خو له فرضیت څخه یې منکر نه وي.
۳- په یو بل هېواد کې زکات ویشل چې پیسې پکې نه وي.
دیارلسم لوست
د زکات مستحق خلک
اته ډوله خلک دي چې زکات ورکول کیږي، دوی د الله تعالی پدې وینا کې ذکر شوي دي: (بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يوازې د فقیرانو او مسكینانو او هغو كسانو لپاره دي چې پر دغو باندې عامل (راټولوونكي) مقرر وي او د هغو لپاره دي د چا په زړونو كې چې الفت (مينه او اسلام ته رغبت) اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې (لګول کیږي) او تاوان موندونكو (قرضدارانو) لپاره دي او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي) دغه مقرره فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [التَّوبة سورت: 60 ایت].
د دوی تشریح په لاندې ډول ده:
۱ - فقیران، هغه خلک دي چې دومره څه نه لري چې بسنه ورته کوي.
۲ - مسکینان، دوی هم هغه خلک دي چې دومره څه نه لري چې بسنه ورته کوي، خو له فقیرانو څخه یې حال یو څه ښه وي.
۳ - په زکات راټولولو ګمارل شوي، هغه خلک چې له خلکو زکات راټولوي، ساتنه یې کوي او بیا یې په اړمنو خلکو ویشي، پدې شرط چې د دولت له طرفه پدې کار معاش اخېستونکي نه وي.
۴ - هغه خلک چې د زړونو د ساتلو په موخه یې زکات ورکول کیږي، دا هغه مشران دي چې په خپلو قومونو کې یې پيروي کیږي نو د دوی د مسلمانېدو، یا یې د شر د مخنیوي او یا یې د ایمان د پياوړې کولو لپاره زکات ورکول کیږي.
۵ - مریان چې دوی ته مکاتب هم ویل کیږي، هغه غلام یا مریی چې خپل ځان له خپل بادار څخه واخلي، همدا رنګه مسلمان بندي، چې په زکات سره له بنده خلاصیږي.
۶- پوروړی، هغه څوک دی چې د خلکو د پخلاینې لپاره یې پور اخیستی وي، یا داسې پوروړی چې خپل پور نه شي خلاصولی.
۷- د الله په لاره کې، دوی هغه جنګیالي دي چې د الله په لاره کې جنګیږي او معاش نه لري.
۸- مسافر، هغه مسافر دی چې د لارې توښه ورسره خلاصه شوې ده.
څوارلسم لوست
نفلي صدقه
د مسلمان لپاره مستحب ده چې زیاته صدقه ورکړي او په مختلفو خیریه کارونو کې لګښت وکړي، او خپل ځان په سخاوت عادت کړي او بخل ونه کړي، ځکه په دې کې د الله تعالی له لوري لوی اجر دی، الله تعالی فرمايي: (څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره). [البقرة سورت: 254 ایت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «له اور څخه ځان وژغورئ، که څه هم د خرما په یوه برخه وي، که څوک یې نشي موندلی نو په نېکه وینا سره». مسلم په كتاب الزكاة، باب: الحثّ على الصَّدَقَة ولو بِشِقّ تمرَةٍ أو كَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ، وأنها حِجابٌ مِن النّارِ کې په (1016) شمیره روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي، یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي». مسلم په كتاب الزكاة، باب: في الـمُنْفِق والـمُمْسِك کې په (1010) شمیره روایت کړی دی.
صدقه په ټولو وختونو کې مستحب ده، او په لاندې مواردو کې ډېره صدقه ورکول غوره دي:
۱- غوره وختونه لکه د رمضان میاشت.
۲ - په غوره ځایونو کې لکه: حرمین شریفین.
۳- د اړتیا او حاجت په وختونو کې.
۴ - پر اړمنو خپلوانو.
پوښتنې:
س۱ : د هغو خلکو ډولونه وښیئ چې زکات ورکول کیږي.
س۲: په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
۱ - زکات هغه چاته ورکول کیږي چې د الله په لار کې جهاد کوي.
۲ - زکات هغه چاته ورکول کیږي چې زکات راټولوي.
س۳: مسلمان بندي د زکات په پېسو راخلاصیږي.
۴- خپلوانو ته صدقه ورکول مستحب دي.
س۳: تش ځایونه ډک کړئ:
۱ - زکات راټولوونکو ته په زکات ورکولو کې شرط دا دی چې: ..............................................................................................
۲- هغو مشرانو ته چې اطاعت یې کیږي پدې هیله زکات ورکول کیږي چې ..................................................... او ...................................او ........................................................... .
۳- مسافر هغه څو ک دی چې : ................................ ........... ......................... .
۴ - د صدقې په فضیلت یو دلیل له قرآن او بل له حدیث څخه وړاندې کړه؟
س۵: په ځینو حالاتو کې زیاته صدقه ورکول مستحب دي لکه:
1-.................................................................................................
2-.....................................................................................................................
3-.....................................................................................................................
4-.................................................................................................
پنځلسم لوست
روژه:
د روژې تعریف:
روژه: د الله تعالی د عبادت په نیت د لمرختو څخه تر لمر پرېوتو پورې د ټولو هغو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي.
حکم یې:
د رمضان روژه د اسلام له پنځو رکنونو څخه یو رکن او د الله تعالی لخوا پر بندګانو یوه فریضه ده.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: [اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ]. (البقرة سورت: 183 ایت) آیت. او د کُتِبَ معنا ده: فرض کړی شوې، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج او د رمضان روژه نیول». بُخارِي په كتاب الإيمان، باب: دعاؤكم إيمانكم کې په (8) شمېره او مسلم په كتاب الإيمان، باب :بيان أركان الإسلام ودعائمه العِظام کې په (16) شمیره روایت کړی او دا الفاظ د همده دي.
روژه د هجرت په دویم کال فرض شوې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه رمضانه روژه نېولې ده.
شرطونه یې:
د رمضان د میاشتې روژه نیول څلور شرطونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱- اسلام، نو په کافر روژه فرض نده.
۲- بلوغ، نو په کوچني روژه فرض نده.
۳- عقل، نو په لیوني فرض نده.
۴- د روژې نیولو توان، نو پر عاجز سړي واجب نده.
میاشت په څه شي داخلیږي:
د رمضان میاشت په دوو کارونو داخلیږي:
۱ - د رمضان میاشت لیدل، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی: "د میاشتې په لیدلو روژه ونیسئ، او د میاشتې په لیدلو سره یې ماته کړئ". بخاري په كتاب الصَّوم، باب: قَوْل النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم :" إذا رَأَيْتُم الهلالَ فَصُوموا ..." کې روایت کړی او الفاظ د همده دي. او مسلم په كتاب الصِّيام، باب: وُجوب صَوْمِ رَمَضان لِرُؤْيَة الهلالِ والفِطْر لِرؤيَةِ الهلالِ کې په (1081) شمیره روایت کړی.
۲- که چیرته میاشت ونه لیدل شي نو د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره کیږي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې فرمایي: «که میاشت درڅخه (د ورېځو) له امله پټه شوه نو د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره کړئ».
په روژه کې نیت:
په فرض روژه کې د روژې د صحت لپاره د شپې نه د روژې نیت شرط دی، لکه: د رمضان روژه، د فرض روژې قضا راوړل، او نذر روژه.
د نفلي روژو په اړه لکه د دوشنبې، پنجشنبې او أیام البیض (دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژې، نو د دې روژو لپاره د شپې لخوا نیت شرط نه دی، که چېرته یې د ورځې د روژې نیولو نیت وکړ؛ روژه یې صحیح ده، پدې شرط چې له سهار نه وروسته یې روژه ماته کړې نه وي.
پوښتنې:
س۱ - روژه تعریف کړه.
س۲: د رمضان د روژې د فرضیت دلیل ووایه.
س۳: د لاندې هرې فقرې لپاره سم ځواب غوره کړئ:
أ- رسول الله صلی الله علیه وسلم ( نهه رمضانه - لس رمضانه - اووه رمضانه) روژه نیولې ده.
ب - د رمضان روژه د نبوي هجرت په ( دویم کال - څلورم کال - نهم کال ) فرض شوې ده.
ج - د رمضان د روژې له شرطونو څخه یو (کال تېریدل - عقل - تمیز) دی.
د - د رمضان میاشت (د شوال د میاشتې په دېرش پوره کېدو - د شعبان د میاشتې په دیرش پوره کېدو - د شعبان د میاشتې په نهه ویشت پوره کېدو) سره ثابتیږي.
س۴: د روژې میاشت د دوو شیانو څخه په یوه سره پیلیږي، له دلیل سره یې وښیئ.
س۵: د لاندې مسألو حکم بیان کړئ:
أ - د شپې لخوا د روژې نیت کول.
ب - د نفلي روژې لپاره د ورځې لخوا نیت کول.
س۶: د فرضي او نفلي روژو لپاره مثالونه ووایه.
شپاړسم لوست
د رمضان د روژې له احکامو څخه
په رمضان کې چاته روژه ماتول روا دي:
اسلام د اسانتیا او مهربانۍ له مخې شرعي عذر درلودونکو ته روژه ماتول روا کړي دي لکه:
۱ - ناروغ.
۲ - مسافر.
نو هغه ناروغ، چې روژه نیول ورته سخت وي، همدا رنګه مسافر ته په رمضان کې روژه ماتول روا دي، او قضا راوړل پرې شته، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (نو څوك چې په تاسو كې مریض یا په سفر وي، (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي). [البقرة سورت: 184 ایت].
۳- څوک چې د زیات عمر یا ناروغۍ له امله چې د روغتیا هیله مندي یې نه وي روژه نشي نیولی، نو هغه روژه ماتوي، او د هرې ورځې په بدل کې یو مسکین ته خواړه ورکوي، دلیل یې د الله پاک دا قول دی: (او په هغو كسانو چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده). [البقرة سورت: 184 ایت].
د روژې قضا راوړل:
څوک چې د رمضان په ورځ کې روژه ماته کړي، په نورو ورځو کې پرې قضا راوړل واجب دي مګر په هغه حالت کې چې زیات بوډا وي یا ناهیلي ناروغي ولري، په داسې حالتونو کې پرې یوازې کفاره ورکول واجب دي.
مستحب دې چې د روژې په قضاء راوړلو کې بيړه وشي او پرله پسې روژې ونیول شي، خو په جلا جلا ورځو کې یې نیول هم روا دي.
هغه کس ته چې روژه یې ماته کړې وي، د راتلونکي رمضان نه مخکې وخت پورې د روژې قضايي ځنډول روا دي، که چېرته یې د کوم عذر له امله تر راتلونکي رمضان پورې ځنډولې وه نو ګناهګار نه دی او یوازې باید قضايي راوړي، خو که له عذر پرته یې ځنډولې وه نو حرام کار یې کړی دی چې باید توبه وباسي او د هغو ورځو قضایي راوړي، او د هرې ورځې په سر باید یو مسکین ته خواړه هم ورکړي.
د روژې ماتوونکي:
۱- په رمضان کې په قصدي ډول د ورځې لخوا خوراک یا څښاک، خو که څوک په هېره یا جبر سره څه وخوري یا وڅښي، نو روژه یې نه فاسدېږي.
۲- په ښکر لګولو (حجامت) سره وینه ویستل ([20])، یا ډیره وینه په کش کولو سره ویستل روژه فاسدوي، خو که لږه وي په روژه اغېز نه لري، د بېلګې په توګه: پوزه وینې کېدل، غاښ ویستل، زخمي کېدل او یا وینه معاینه کول. حجامت: په ځانګړې وسیلې او طریقې سره له بدن څخه وینې ویستلو ته وایي.
۳ - په قصدي توګه قی کول؛ له معدې څخه د خولې له لارې بیرته د خوراک یا څښاک راویستل، خو که په قصدي توګه نه وي په روژې اغېز نه لري.
۴- د خولې یا بلې لارې بدن ته یو څه داخلول، لکه: د تغذیې ستن، او روژه دار ته وینه خیږول.
چا چې لدې فاسدوونکو څخه یو هم وکړ روژه یې فاسده شوې ده، نو که روژه یې فرضي وه قضا راوړل پرې واجب دي.
* که یو څوک دې ولېده چې د رمضان په روژه کې د ورځې په ناپامۍ سره خوراک یا څښاک کوي نو وریاد کړه چې روژه دی، او مه یې پریږده چې خوراک او څښاک ته ادامه ورکړي، الله تعالی فرمایلي: (او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مرسته كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل سره مرسته مه كوئ). (المائده سورت: ۲ ايت)
د روژه دار لپاره خولې او پوزې ته په اوبو اچولو کې مبالغه کول مکروه دي، د دې لپاره چې اوبه یې تېرې نه شي.
پوښتنې:
س۱ - هغه کسان وښیئ چې په رمضان کې ورته روژه خوړل روا دي؟
س۲: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
أ- کیدای شي یو څوک د ........................................... او یا ............................................ له امله د روژې نیولو توان و نه لري.
ب- د هغه ناروغ لپاره روژه خوړل روا دي چې ........................................................................................... .
ج- چاچې د عذر له امله روژه وخوړه نو پر هغه .............................. واجب دي.
س۳: د روژې درې فاسدوونکي وښیه.
س۴: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ او غلطي اصلاح کړئ:
أ- که څوک په هېره سره خوراک یا څښاک وکړي، روژه یې فاسدېږي.
ب- که له روژه دار څخه ډیره وینه وویستل شي روژه یې فاسدیږي.
ج- د روژه دار لپاره خولې او پوزې ته په اوبو اچولو کې مبالغه روا ده.
د- که بې اختیاره در څخه استفراق وشو روژه دې ماته شوه.
س۵: له صحیح ځواب څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ- کله دې چې یو څوک ولیده چې په رمضان کې د ورځې پر مهال خوراک یا څښاک کوي:
۱ - پریږده چې خوراک یا څښاک وکړي، ځکه چې الله تعالی خواړه او څښاک ورکړي دي.
۲ - ور په یاد کړه چې روژه دی.
۳- پام ورته نه کوم.
ب- خولې او پوزې ته په اوبو اچولو کې مبالغه کول مکروه دي:
۱ - په هر اودس کې.
۲ - د جنابت په غسل کې.
۳ - په روژه کې.
اوولسم لوست
د روژې آداب
د روژې په میاشت کې ځینې واجب او ځینې نور مستحب آداب شته چې روژه نیوونکی یې باید مراعات کړي لکه:
۱- په روژه دار او نورو انسانانو واجب دي چې له دروغو، غیبت، چغلخورۍ او کنځلو څخه ډډه وکړي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې فرمایي: «څوک چې درواغ ویل، عمل پرې کول او جهالت نه پریږدي، نو الله تعالی یې خوراک او څښاک پرېښودلو ته اړتیا نه لري». بخاري په كتاب الأدب، باب: قول الله تعالى: (وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ) کې په (6057) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، او أبو داود په كتاب الصوم، باب: الغِيبَة لِلصّائم کې په (2362) کې روایت کړی اوترمِذي په كتاب الصَّوم، باب: ما جاء في التَّشدِيد في الغِيبَة لِلصّائم کې په (707) شمیره روایت کړی دی.
۲ - د روژه دار لپاره لاندې کارونه مستحب دي:
أ- د ډول ډول عبادتونو زیاتوالی لکه: د قرآن کریم تلاوت، د الله تعالی ذکر، د خېر په لارو کې لګښت او د تراویحو لمونځ.
ب - که څوک ورته کنځلې وکړي نو ووایي: «زه روژه یم».([22]). بخاري په كتاب الصَّوم، باب: هل يقول: إنِّي صائِم إذا شُتِم کې په (1904) شمیره روایت کړی دی: عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :" فإن سابَّه أَحَدُ أو قاتَلَه فَلْيَقُل: إنِّي امرؤٌ صائِمٌ ". له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که چېرته ورته چا کنځل وکړې او یا یې ورسره شخړه وکړه نو ودې وایي: زه روژه دار یم».
ج- پېشلمی وروسته کول او په روژه ماتي کې بیړه کول.
د - چې په رطب (تازه کجورو) روژه ماته کړي، که یې ونه موندلې نو په عامو کجورو دې ماته کړي، که یې ونه موندلې نو په اوبو دې ماته کړي.
هـ- چې د روژه ماتي پرمهال دعا وکړي، ځکه روژه دار داسې دعا لري چې الله تعالی یې نه ردوي لکه چې ووایي: «تنده لاړه، رګونه لامده شول او ان شاء الله چې اجر (د الله تعالی) سره یقیني شو». أبو داود په كتاب الصّوم، باب: القول عند الإفطار کې په (2357) شمیره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی دی.
* مسلمان ته په کار دي چې الله تعالی ته په طاعتونو سره د نږدې کېدو لپاره له رمضان څخه ګټه پورته کړي، د بېلګې په توګه په دې میاشت کې د قرآن کریم زیات تلاوت وکړي، د مسلمانانو سره په تراویحو لمونځ ادا کولو پابندي وکړي، عمره وکړي، او په داسې کوم کار ترې ځان مشغول نه کړي چې په دین او دنیا کې یې ورته هیڅ ګټه نه لري.
پوښتنې:
س۱: د غیبت او چغلۍ حکم څه شی دی؟
س۲: روژه یوازې خوراک او څښاک پرېښودل نه دي، دلیل یې څه شی دی؟
س۳: درې نېک عملونه وښیه چې د رمضان په میاشت کې یې زیات کول په کار دي؟
س۴: روژه دار به څه وایي چې:
أ - کله ورته څوک ښکنځل وکړي: .........................................................
ب - د روژماتې پر مهال ........................................................ .
س۵: په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطي اصلاح کړئ:
أ - په پېشلمي کې بیړه کول او روژه ماتی وروسته کول مستحب دي.
ب- د روژه دار لپاره په رطب روژه ماتول مستحب دي.
اتلسم لوست ([24])
د دې ورځو په روژو نیولو دا حدیثونه دلالت کوي: د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي :" أَحَبّ الصِّيامِ إلى اللهِ تعالى صِيام داوُد، كان يَصُومُ يَوْماً، ويُفْطِر يَوْماً ". «الله تعالی ته تر ټولو خوښه روژه د داود علیه السلام روژه ده؛ هغه به یوه ورځ روژه او بله ورځ بوزه و». بخاري په (1979) شمیره، او مسلم په (1159) شمیره روایت کړی دی. او له أبو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې:" أوصاني خليلي صلى الله عليه وسلم بِثَلاثٍ: صِيام ثَلاثَة أيّام مِن كلِّ شَهْرٍ، وركعَتي الضُّحى، وأن أُوتِرَ قبل أن أنامَ " «ماته مې محبوب په دریو شیانو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول، او دا چې له ویده کېدو وړاندې وتر وکړم». بخاري په (1981) او مسلم په (721) شمیرو روایت کړی دی. له أسامة بن زيد رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: ما وویل: ای د الله رسوله، ته دومره روژه کیږې تر دې چې نږدې ده هیڅ بوزه نه شې، او بوزه کیږې تر دې چې نږدې ده هیڅ روژه نه شې، پرته له دوو ورځو مګر دا چې ستا په روژو کې راشي، که نه هغه دوه هم روژه کیږې، هغه وفرمایل: کومې دوه ورځې؟ ما وویل: دوشنبه او پنجشنه، هغه وفرمایل:" ذانِك يَوْمان تُعْرَض فيهِما الأعمال على ربّ العالَمِين، فأُحِبّ أن يُعْرَضَ عَمَلِي وأنا صائِمٌ ". «دا دوه هغه ورځې دي چې الله رب العالمین ته پکې عملونه وړاندې کیږي، نو زه غوره ګڼم عمل مې په داسې حال کې وړاندې شي چې زه روژه یم». نسائي په خپل سنن کې په (2358) شمیره روایت کړی دی. له أبو أيوب الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي:" مَن صامَ رَمَضان، ثمّ أتْبَعَه سِتّاً مِن شَوال، كان كَصِيامِ الدَّهْرِ". «چا چې د رمضان میاشت روژه ونیوله، بیا یې ورپسې د شوال شپږ روژې ونیولې، نو داسې شوه لکه ټول عمر چې روژه وي». مسلم په (1164) شمیره روایت کړی. له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي:" صِيام يَوْمِ عَرَفَة أحتَسِب على اللهِ أن يُكَفِّرَ السَّنَة التي قَبْلَه والسَّنَة التي بَعْدَه، وصِيام يوم عاشوراء أحتَسِب على اللهِ أن يُكَفِّر السَّنَةَ التي قَبْلَه)". «د عرفې د ورځې په روژه تمه لرم چې الله تعالی به پرې یو کال مخکېني او یو کال وروستني ګناهونه وبخښي، او د عاشورا د ورځې په روژه تمه لرم چې الله تعالی به پرې د یو کال مخکېني ګناهونه وبښي». مسلم په (1162) شمیره روایت کړی دی.
نفلي روژه
زیاتې نفلي روژې نیول سنت عمل دی او لوی اجر او فضیلت لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت په ټاکلو ورځو کې روژو نیولو ته هڅونه کوي، لکه:
۱- یوه ورځ روژه نیول او بله ورځ بوزه کېدل، غوره نفلي روژه ده.
۲ - له هرې میاشتې درې ورځې روژه نیول او غوره دا ده چې أیام البیض دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه (۱۳،۱۴،۱۵) ورځې وي. أیام البیض ورته ځکه ویل کیږي چې پدې شپو کې سپوږمۍ روښانه وي.
۳- د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ روژه نیول.
۴- د شوال د میاشتې شپږ ورځې روژې نیول.
۵ - د عاشورا د ورځې روژه نیول، چې د محرم د میاشتې لسمه ده. له هغې څخه یوه ورځ مخکې یا یوه ورځ وروسته روژه نیول سنت دي.
۶- د عرفې د ورځې روژه د غیر حاجیانو لپاره.
پوښتنې:
لومړۍ پوښتنه: هغه ورځې وښیئ چې روژه نیول پکې مستحب دي.
س۲: بشپړ کړئ:
۱ - تر ټولو غوره روژه : .................................................................
۲ - أیام البیض هغو ورځو ته ویل کیږي چې:..............................................
نولسم لوست:
حج او عمره
د حج حکم:
حج د اسلام یو رکن او د الله تعالی له فرضونو څخه یو فرض دی چې پر مسلمانانو یې فرض کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (او د الله لپاره پر خلكو د دې كور حج (لازم) دى، څوك چې هغه ته د لارې وس پيدا كړي). [آل عمران سورت: 97 ایت]. له سنت څه یې دلیل د جبرائیل علیه السلام حدیث دی چې له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې هغه وفرمایل: ای محمده! صلی الله علیه وسلم ما ته د اسلام په اړه خبر راکړه، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام هغه دی چې ګواهي ورکړې پدې چې په حقه د عبادت وړ نشته مګر یوازې الله دی او دا چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې او زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې که له وسې دې پوره وه». مسلم په كتاب الإيمان، باب: بيان الإيمان والإسلام والإحسان، کې په (۱) شمیره روایت کړی دی.
* عمره په ژوند کې یو ځل واجب ده.
حج د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هجرت په نهم کال فرض شوی او رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حج کړی چې هغه حجة الوداع دی.
د عمرې حکم:
عمره په عمر کې یو ځل واجب ده.
د حج او عمرې د وجوب شرطونه:
۱- اسلام، نو په کافر حج واجب نه دی.
۲- عقل، په لیوني حج فرض نه دی.
۳- بلوغ، په نابالغ باندې واجب ندي.
۴- وړتیا، چې خوراکي توکي او سپرلۍ ومومي، او د مکې لاره خوندي وي، او د ښځې لپاره د محرم شتون ([27]). د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې د خپلوۍ له امله یې ورسره نکاح نه کیږي، لکه پلار، زوی، ماما، او داسې نور، یا د رضاعت له امله یې ورسره نکاح نه کیږي لکه: رضاعي ورور.
پوښتنې:
س۱: حج د الله تعالی لخوا پر مسلمانانو فرض شوی عمل دی، له قرآن او سنت څخه یې دلیل ذکر کړئ؟
س۲: صحیح ځواب غوره کړئ او کرښه ترې لاندې کش کړئ:
أ- حج د هجرت په ( نهم - لسم - دویم ) کال فرض شوی دی.
ب- حج ( په هر کال - په عمر کې دوه ځلې- په عمر کې یو ځل ) واجب دی.
ج- عمره (په کال کې یو ځل - په ټول عمر کې دوه ځلې - په ټول عمر کې یو ځل) واجب ده.
س۳: د حج او عمرې د فرضیت شرطونه وښیئ؟
شلم لوست
د حج او عمرې مېقاتونه
مېقاتونه په دوه ډوله دي: زماني مېقاتونه او مکاني مېقاتونه.
اول: زماني مېقاتونه:
د حج زماني مېقاتونه د حج میاشتې دي او په لاندې ډول دي:
۱- د شوال میاشت. ۲- د ذوالقعدې میاشت. ۳- د ذوالحجې لس ورځې.
او د عمرې لپاره ټاکلی وخت نشته، بلکې د کال په هر وخت کې کیږي.
دویم: مکاني مېقاتونه:
هغه ځایونه دي چې مسلمانان ترې د حج او عمرې لپاره احرام تړي او په لاندې ډول دي:
۱ - ذو الحلیفة چې اوس ورته (أبیار علي) ویل کیږي او د مدینې د خلکو مېقات دی.
۲ - قرن المنازل چې اوس ورته (السیل الکبیر) ویل کیږي، دا د نجد او طائف د خلکو مېقات دی.
۳ - جحفة، د شام، مصر او المغرب د خلکو مېقات دی، خو اوس خلک له (رابغ) څخه احرام تړي.
۴ - یلملم، چې اوس ورته السعدیة ویل کیږي، دا د یمن د خلکو مېقات دی.
۵ - ذات عرق، چې د عراق د خلکو مېقات دی او اوس ورته الضریبة ویل کیږي.
* دا مېقاتونه دي، نو څوک چې د حج یا عمرې اراده ولري هغه ته روا ندي چې له احرام پرته ترې تېر شي.
* لدې مېقاتونو څخه یې اوسیدونکي احرام کوي چې یادونه یې وشوه او هغه خلک چې له دوې پرته پرې تیریږي او د حج او یا عمرې اراده ولري.
* د چا کور چې د مکې او د دې مېقاتونو تر منځ وي، نو هغه به له خپل ځای څخه احرام کوي.
* د مکې خلک د حج لپاره له مکې څخه احرام تړي او د عمرې لپاره د حرم له حدودو څخه د باندې ځای نه لکه: تنعیم او جعرانه.
* د چا لار چې پدې مېقاتونو نه وي، نو کله چې له دې څخه یو ته نږدې د مېقات له برید څخه تیریږي باید احرام وتړي. دلیل یې د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې د خلکو لپاره ذوالحلیفة، او د شام د خلکو لپاره جحفه او د نجد د خلکو لپاره قرن المنازل او د یمن د خلکو لپاره یلملم ټاکلي دي، دا یې د استوګنو او هر هغه چا لپاره مېقاتونه دي چې پرې تیریږي او د حج یا عمرې اراده ولري. او څوک چې له دې څخه نږدې (د مېقات دننه وي)، نو له کوم ځای نه چې وي همغه یې مېقات دی، آن د مکې خلک به له مکې څخه احرام تړي. بخاري په كتاب الحجّ، باب: مَهِلّ أهلِ اليَمَن کې په (1530) شمیره او مسلم په كتاب الحجّ، باب: مَواقِيت الحجّ کې په (1181) شمیره روایت کړی دی.
پوښتنې:
س۱ - د حج زماني مېقاتونه وښیه.
س۲ - شمیره په مناسب ځای کې ولیکئ:
شمیره
میقات
شمیره
څوک ترې احرام تړي
۱
قرن المنازل
د مصر او شام خلک
۲
ذو الحلیفة
د یمن خلک
۳
جحفه
د نجد خلک
۴
یلملم
د مدینې خلک
۵
ذات عرق
د عراق خلک
س۳: د مکې خلک د حج او عمرې لپاره له کوم ځای نه احرام تړي؟ دلیل یې ذکر کړئ.
س۴: د جدې خلک د حج او عمرې لپاره له کوم ځای نه احرام تړي؟ دلیل یې ذکر کړئ.
یوویشتم لوست ([29])
- د احرام معنا: (د حج او عمرې) په مناسکو کې د داخلیدو نیت دی. او معنا یې د احرام لباس اغوستل نه دي لکه څنګه چې د ډیری خلکو باور دی، یوازې پدې سړی په احرام کې نه داخلیږي چې ګڼدل شوې جامې لرې کړي او په مناسکو د داخلیدو له نیت پرته د احرام لباس واغوندي. - ښوونکی له څادر او لنګ څخه موخه تشریح کوي، او په عملي توګه د احرام طریقه تشریح کوي.
احرام
احرام: په مناسکو کې د نیت داخلیدو ته وایي.
نسک: د حج او یا عمرې اعمالو ته وایي:
د احرام حکم:
د حج او عمرې له ارکانو څخه یو رکن دی، نو چا چې د حج او یا عمرې اراده وکړه، له مېقات څخه پرې احرام تړل واجب دي.
د احرام له مستحباتو څخه:
څوک چې د حج یا عمرې اراده لري نو لاندې کارونه ورته مستحب دي:
۱ - غسل کول او پاکوالی.
۲ - په بدن خوش بویي لګول نه په لباس.
۳ - د سړي لپاره دوه سپین پاک څادر او لنګ اغوستل دي او د ښځې لپاره چې هر څه وغواړي په احرام کې اغوستلی شي، خو چې د سړيو د لباس سره ورته والی ونه لري.
د احرام طریقه:
ګنډلې جامې لرې کوي او د احرام لباس اغوندي، بیا چې له حج او عمرې څخه په هرو مناسکو کې د داخلیدو نیت لري داخلیږي، نو که د حج اراده یې درلوده: ( لَبَيْك حَجّاً ) وایي او که د عمرې اراده یې درلوده ( لَبَيْك عُمْرَة ) وایي.
بیا په تلبیې ویلو پېل کوي: ( لَبَيْك اللَّهُمَّ لَبَيْك، لَبَيْك لا شَرِيكَ لك لَبَيْك، إنَّ الحمدَ والنِّعمَة لك والـمُلْك، لا شَرِيك لك )، د تلبیې زیات لوستل مستحب دي، چې نارینه به یې په لوړ او ښځینه په ټیت غږ وایي.
پوښتنې:
س۱: د احرام څخه مراد څه دی؟
س۲: له میقات څخه د احرام تړلو حکم څه دی؟
س۳: د هغه چا لپاره چې غواړي د حج یا عمرې لپاره احرام وتړي ځینې سپارښتنې شته، یادونه یې وکړه.
س۴: هغه څوک باید څنګه احرام وکړي چې غواړي حج وکړي؟
س۵: د تلبیې (ویلو) طریقه څنګه ده؟
س۶: په تلبیه کې څه شی مستحب دی؟
دوه ویشتم لوست ([30])
- له ګڼډلو جامو څخه مراد هر بخۍ شوی شی نه دی، بلکې مراد ترې هغه لباس دی چې د بدن د غړي په اندازه بخۍ شوی وي لکه : قمیص، واسکټ یا کورتۍ، پرتوګ او داسې نور، لدې امله د هغو بوټانو اغوستل روا دي چې په تارونو او داسې نورو سره بخۍ شوي وي. - سر پټول او ګنډل شوې جامې اغوستل یوازې د نارینه وو لپاره منع دي، پرته له ښځو څخه. - له ښکار څخه مراد : یوازې صحرایي ژوي دي چې غوښه یې خوړل کیږي او کورني ژوي ترې مستثنا دي لکه: اوښ او داسې نور، او بحري ښکار خو روا دی.
د احرام ممانعتونه او د هغوی فدیه
کله چې مسلمان د حج یا عمرې لپاره احرام وکړي، نو ځینې کارونه پرې حرامیږي چې د (احرام ممانعتونه) ورته وایي، او که چا ترې کوم شی قصدي وکړ، پر هغه فدیه لازمیږي.
ځینې دا ممانعتونه او که چا ترې کوم څه وکړل په لاندې ډول یې فدیه بیانیږي:
ممانعت
فدیه
۱ - ویښتان خریل
۲ - نوکان پرې کول
۳ - په نښتي شي سره سر پټول (لکه خولۍ).
۴- ګنډل شوې (جامې) اغوستل.
۵ - په ځان یا بدن کې خوشبویي لګول.
که له پورته پنځو محظوراتو څخه چا کوم کار وکړ، اختیار لري چې له دریو کارونو څخه یو وکړي:
۱ - درې ورځې روژه نیول.
۲ - شپږو مسکینانو ته ډوډۍ ورکول؛ هر مسکین ته له (غنمو یا وریجو) څخه نیم صاع ورکول او داسې نور.
۳ - یا پسه حلالول.
۶ - ژوی ښکار کول.
چا چې ښکار وکړ او حیوان یې وواژه نو اختیار لري چې په دریو کې یو کار وکړي.
۱ - د دې حیوان په څېر یو بل حیوان حلالول.
۲ - په پېسو د حیوان قیمت معلومول، بیا پرې خواړه اخېستل او په غریبانو یې داسې ویشل چې هر یوه ته یوه لپه ورسیږي.
۳ - د هرې لپې پر ځای روژه نیول ( یوه لپه: د صاع څلورمه برخه کیږي)
پوښتنې:
س۱: د احرام له محظوراتو څخه درې وښیه؟
س۲: که مُحرِم سر وخریي کومه فدیه پرې لازمیږي؟
س۳: که مُحرِم ښکار وکړي کومه فدیه پرې لازمیږي؟
درویشتم لوست
د حج او عمرې ارکان
شمیره
د حج ارکان
شمیره
د حج واجبات
۱
احرام
۱
له میقات څخه احرام تړل
۲
په عرفات ودریدل
۲
تر لمر لویدو پورې په عرفات ودریدل
۳
د اِفاضې (زیارت) طواف.
۳
په مزدلفه کې د قربانۍ شپه تېرول
۴
سعی
۴
د تشریق شپې په منا کې تېرول.
۵
جمرات ویشتل
۶
ویښتان خریل یا لنډول
۷
د الوداع طواف
شمیره
د عمرې ارکان
شمیره
د عمرې واجبات
۱
احرام
۱
له مېقات څخه احرام
۲
طواف
۲
ویښتان خریل یا لنډول
۳
سعی
۳
* چا چې د حج یا عمرې کوم رکن پرېښود، نو تر هغه پورې یې حج یا عمره نه صحیح کیږي چې هغه رکن یې پر ځای کړی نه وي، او چا چې واجب پرېښوده پر هغه دم لازمیږي.
پوښتنې:
س۱: په مناسب ځای کې نښه وکاروئ:
أرکان
یوازې په حج کې رکن
یوازې په عمره کې رکن
په حج او عمره کې رکن
احرام
په عرفات دریدل
د افاضې طواف
سعی
واجبات
یوازې په حج کې واجبات
یوازې په عمره کې واجب
په حج او عمره کې واجب
له میقات څخه احرام تړل
تر لمر لویدو پورې په عرفات دریدل
د قربانۍ شپه په مزدلفه کې تیرول
د تشریق شپې په منا کې تیرول
جمره ویشتل
ویښتان خریل یا لنډول
د الوداع طواف
س۲: د هغه چا حکم څه دی چې له لاندې کارونو څخه یې یو پریښود:
أ - په عرفات دریدل.
ب - جمرې ویشتل.
ج- سعی.
د- د افاضې طواف.
هـ - الوداعي طواف.
څلورویشتم لوست ([31])
ښوونکی لاندې خبرې تشریح کوي: ۱- حجر الأسود د طواف پیل او پای دی. - د حجر الأسود ښکلول سنت دي، او موږ یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پسې د اقتدا له مخې ښکلوو، لکه څنګه چې د عمر بن الخطاب رضی الله عنه په حدیث کې دي چې: هغه حجر الأسود ته راغی، ښکل یې کړ او ویې ویل: "زه پوهیږم چې ته یوه ډبره یې؛ نه زیان رسولی شې او نه ګټه، که چیرته ما د الله تعالی رسول نه و لیدلی چې ته یې ښکل کړې وي، نو ما به نه وې ښکل کړې. بخاري په کتاب الحج باب: ما ذُكِرَ في الحجَرِ الأَسْوَدِ، کې په (1597) شمیره روایت کړی دی. ۲- ملتزم د حجر الأسود او کعبې شریفې د دروازې تر منځ دی چې نږدې څلور ذراعه کیږي. ۳- شاذروان: دا هغه د دیوال 2/3 برخه ده چې د کعبې شریفې له دیوال څخه اضافه شوې ده او د پاسه پرې طواف کول صحیح نه دي، ځکه چې د کعبې شریفې برخه ده. ۴- مقام ابراهیم: دا هغه ډبره ده چې د کعبې د ودانولو پر مهال پرې ابراهیم علیه السلام ولاړ او اسماعیل علیه السلام به ډبرې ورکولې. - د جابر بن عبدالله رضی الله عنه د حدیث بر بنسټ، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د حج په اړه روایت کړی چې له هر طواف نه وروسته د مقام ابراهیم تر شا لمونځ کول سنت دي، بیا مقام ابراهیم ته وروړاندې شو نو دا آیت یې ولوست: :(وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّی) او (مونږ وويل:) له مقامِ ابراهيم نه ’’ د لمونځ ځاى‘‘ جوړ كړئ)، نو مقام یې د هغه او بیت الله تر منځ وګرځاوه، او هغه به په دې دوو رکعتونو کې: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) او (قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) لوستل. مسلم په کتاب الحج، باب: حجة النبي صلی الله علیه وسلم کې په (۱۲۱۸) شمیره روایت کړی دی. ۵- په حجر (حطیم) کې دننه طواف نه صحیح کیږي، ځکه چې د کعبې برخه ده، او ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجر تر شا طواف کړی دی او فرمایلي یې دي: " لِتَأخُذوا مَناسِكَكُم " «تر څو مو مناسک زده کړئ». مسلم په کتاب الحج، باب: استحباب رمی جمرة العقبة کې په (۱۲۹۷) روایت کړی دی. ۶ - د رکن یماني یوازې لمس کول سنت دي، نه مچې کول او نه ورته اشاره کول. ۷ - د رکن یماني او حجر الأسود تر منځه به وایي: "رَبَّنا آتِنا في الدُّنيا حَسَنَةً، وفي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وقِنا عَذابَ النّارِ". «اى زمونږ ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته».
د عمرې طریقه
څوک چې غواړي عمره وکړي، باید لاندې پړاوونه تر سره کړي.
۱ - کله چې میقات ته ورسیږي، غسل کوي، ځان پاکوي، او د احرام جامې اغوندي، بیا د عمرې لپاره احرام کوي او (لبيك عُمْرَةً) وایي، بیا په تلبیه پيل کوي، او تر هغه پورې تلبیه وایي چې طواف ته ورسیږي.
۲ - کله چې حرم ته ورسیږي نو د عمرې په طواف پیل کوي او له کعبې شریفې څخه اووه ګردشه تاویږي.
د عمرې طریقه: په حجر الأسود پیل کوي، نو (که شونې وه) هغه مچې کوي (ښکل کوي) او لاس پرې راکاږي، یا ورته اشاره کوي او (بسم الله و الله اکبر) وایي، بیا له کعبې داسې طواف کوي چې کعبه یې چپ لاس ته راشي، تر دې چې حجر الأسود ته دویم ځل ورسیږي او پدې سره یو ګردش پای ته ورسیده. بیا دویم ګردش او دریم ګردش هم همداسې کوي تر دې چې اووم ګردش پای ته ورسیږي، او هر کله چې د حجر الأسود په برابرۍ تیریږي مچې کوي یې او یا پرې لاس راکاږي، که چیرته پدې ونه توانیده نو په ښي لاس ورته اشاره کوي او الله اکبر وایي، او د رکن یماني او حجر الأسود تر منځ : (رَبَّنا آتِنا في الدُّنْيا حَسَنَةً وفي الآخِرَةِ حَسَنَةً وقِنا عَذابَ النّارِ) وایي.
۳ - بیا که شونې وه نو د مقام ابراهیم شاته دوه رکعته لمونځ کوي، که نه د حرم په هر ځای کې یې چې وکړل لمونځ یې صحیح دی.
۴ - بیا د سعی لپاره صفا او مروا ته ځي، هلته د دواړو غونډیو تر منځه اووه ځلې تګ راتګ کوي، په صفا یې پیلوي او په مروه یې پای ته رسوي ( له صفا څخه مروا ته یې تګ یو ګردش او بیرته راګرځیدل یې بل ګردش حسابیږي).
بیا د خپل سر ټول ویښتان یا خریي او یا یې کموي.
نو دا کار یې چې وکړ عمره یې بشپړه شوه، او هر هغه څه چې پرې د احرام له امله حرام شوي و، کول یې ورته روا دي لکه: خوشبوی لګول، ګنډل شوی لباس اغوستل، سرپټول، نوکان پرې کول او ویښتان خریل.
پوښتنې:
س۱: له بیت الله شریف څخه د طواف طریقه بیان کړه؟
س۲ - خالي ځایونه بشپړ کړئ:
الف- مُحرِم تر هغه وخته پورې تلبیه وايي چې پر .......................... پیل وکړي.
ب- څوک چې طواف کوي نو په .......................یې پیلوي، هغه ښکلوي او یا پرې لاس راکاږي او یا ورته ......................... کوي او ............................ وایي، بیا له کعبې شریفې داسې طواف کوي چې کعبه یې .............. ته راشي، تر دې چې ...................... ته دویم ځل ورسیږي او پدې سره یو ګردش پای ته ورسید.
ج- عمره کوونکی د ......................او .................... تر منځ سعي کوي، له...........................څخه یې پیلوي او په .......................... یې پای ته رسوي.
س۳: د سعی طریقه بیان کړه؟
پنځه ویشتم لوست
د حج طریقه
(دحج) د مناسکو ډولونه
مناسک په درې ډوله دي چې عبارت دي له:
۱ - تمتع: دې ته وایي چې د حج په مياشتو کې د عمرې احرام وکړي، عمره پای ته ورسوي او له احرام څخه یې ځان ازاد کړي، بیا په همغه کال کې د حج لپاره احرام وتړي.
۲ - قِران: دې ته وایي چې د حج او عمرې دواړو لپاره یو احرام وکړي.
۳- اِفراد: دې ته وایي چې یوازې د حج لپاره احرام وتړي.
نو څوک چې د حج اراده ولري، کولی شي له دې درې ډوله مناسکو څخه د یو لپاره احرام وکړي، او تر ټولو غوره یې تمتع دی.
د تمتع او قِران هدی (ذبحه):
هَدی: پسه او یا هغه څاروی دی چې اووه نفر پکې ګډون کوي لکه: اوښ او غوا او د حرم په ځمکه به یې حلالوي. بَدَنة: نر او ښځې اوښې ته ویل کیږي.
- د تمتع او قِران حج کوونکي - که د مکې استوګن نه وي - نو په دواړو هدی شته، او د اِفراد پر حج کوونکي هدی نشته.
- څوک چې هدی ونه مومي، لس ورځې روژه نیسي: درې د حج په ورځو کې او اووه کور ته له ګرځیدلو وروسته.
د تمتع طریقه:
لومړی: عمره ادا کول:
د حج په میاشتو کې د عمرې لپاره احرام کوي او عمره کوي ( وړاندې د احرام او د عمرې طریقه بیان شوې ده).
دویم: د اتمې ورځې کارونه ( د ترویې ورځ) ([33]). دې ورځې ته ځکه د ترویې ورځ ویل کیږي چې حاجیانو به د ځانونو لپاره په مِنا او عرفات کې د اړتیا وړ اوبه ذخیره کولې؛ ځکه په هغو وختونو کې اوبه په اسانۍ نه موندل کېدې، او اوس خو الحمد لله د الله احسان دی اوبه ډیرې دي.
د ذی الحجې په اتمه ورځ، حاجي د "لبیک حجَّاََ" په ویلو سره د حج احرام تړي او په منا کې د نهمې ورځې شپه تیروي.
دریم: د نهمې ورځې کارونه (د عرفې ورځ)
په نهمه ورځ، حاجي له لمر ختو وروسته له مِنا څخه عرفات ته ځي، او د ورځې پاتې برخه هلته پاتې کیږي، ډیرې دعاګانې کوي، بخښنه غواړي، د الله تعالی زیات ذکر او د قرآن کریم تلاوت کوي، او کله چې لمر پریوځي مزدلفې ته روانیږي، هلته شپه تیروي تر دې چې د سهار لمونځ وکړي، له سهاره مخکې له کوم عذر پرته له مزدلفې څخه نه وځي، ، لکه کمزورې ښځې، ماشومان او هغه کسان چې ورسره مل وي.
څلورم: د لسمې ورځې کارونه ( د اختر ورځ ) :
په لسمه ورځ چې کله ښه روښنایي ولګیږي خو د لمر له راختلو نه مخکې حاجې له مزدلفې څخه منا ته وځي، کله چې منا ته ورسیده لاندې کارونه کوي.
۱ - جمرة العقبة په اووه کاڼو ولي او له هر کاڼي سره الله اکبر وایي.
۲ - قرباني حلالول.
۳ - د سر ویښتان خریل یا کمول، خو خریل یې غوره دي.
۴- د اِفاضې (زیارت) طواف.
۵- د صفا او مروه تر مینځ سعی.
* د جمرةُ العقبې له ویشتلو، سر خریلو او یا کمولو وروسته حاجي له احرام څخه ازادیږي.
پنځم: د یوولسمې ورځ کارونه:
په یوولسمه ورځ، حاجې له زوال نه وروسته درې واړه جمرې په ترتیب سره ولي، هره جمره په اوو کاڼو/تیږو ولي او له هر کاڼي سره الله اکبر وایي، دا جمرې عبارت دي له: لومړۍ جمرې، بیا منځنۍ جمرې، بیا لوی جمرې چې (جمرة العقبة) ورته وایي.
شپږم: د دولسمې او دیارلسمې ورځو کارونه :
په دولسمه او دیارلسمه ورځ حاجي هغه کارونه کوي چې په یوولسمه ورځ یې کړي دي، د حاجي لپاره روا دي چې بیړه وکړي او د دولسمې ورځې د لمر له ډوبیدو نه مخکې له منا څخه ووځي.
اووم: د تشریق د ورځو شپې په مِنا کې تېرول:
د حاجي لپاره د تشریق د ورځو شپې په مِنا کې تیرول واجب دي چې هغه (یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه) ورځې دي.
اتم: طواف الوداع:
که حاجي غوښتل چې له مکې مکرمې څخه ووځي، نو د خدای په امانۍ طواف (طواف الوداع) پرې واجب دی.
پوښتنې:
س۱: د مناسکو ډولونه وښیه، قرباني څه شی دی؟ او پر چا واجب ده؟
س۲: متمتع په کومه ورځ د حج لپاره احرام تړي؟
س۳: حاجيان په کومه ورځ پر عرفات ودریږي؟ او کله ترې وځي؟
س۴: له عرفات څخه د وتلو نه وروسته حاجیان چیرته ځي؟
س۵: هغه کوم کارونه دي چې حاجیان یې په لسمه ورځ کوي؟
س۶: هغه کوم کارونه دي چې حاجیان یې د تشریق په ورځو کې کوي؟
عنوان: درسي نصاب، حدیث، سویه (اوومه)
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی او په (8) سویو ویشل کیږي. تر ټولو اړین هغه څه چې په اوومه سویه کې دي، د یو لړ مهمو نبوي حدیثونو تشریح ده چې ډیری شرعي احکامو، علمي او عملي فائدو ته شامل دي لکه: هغه حدیثونه چې د ایمان او استقامت د مفهوم سره تړاو لري، د لمانځه مرتبه او د لمانځه د پرېښودونکي حکم، د نفاق علامې او څانګې، د قرآن کریم د زده کړې او نورو ته د ښوونې فضیلت پکې بیان شوی دی. د دې تشریح ځانګړتیا دا ده چې له يوه اړخه یې اسلوب اسان دي او له بله اړخه یې عبارتونه واضح دي، دا (تشریح) په یوه ځانګړي مېتود وړاندې کیږي چې د صحابي (د حدیث د راوي) په پېژندنې سره پېلیږي، بیا د لغتونو معنا تشریح کیږي، ورپسې په حدیث کې راغلي مهم احکام او لارښوونې له دلایلو او د علماوو له اقوالو سره بیانیږي او په پای کې یو لړ پوښتنې وړاندې کیږي چې (ځوابونه یې) ټول لوست په بر کې نیسي، او له مخې یې د زده کوونکو د پوهې کچه معلومیږي.
بسمِ الله الرَّحمن الرَّحيم
لومړی حدیث
ایمان او استقامت
له سفیان بن عبدالله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي ما وویل: ای د الله رسوله، په اسلام کې راته داسې یو څه ووایه چې له تا وروسته یې په اړه له بل هیچا څخه پوښتنه ونه کړم، هغه وفرمایل: «ووايه: په الله ايمان لرم، او استقامت ولره». مُسلِم روايت كړی دی ([1]). مُسلِم په خپل صحيح کې په (1/65)، كتاب الإيمان. باب: جامِع أَوْصافِ الإسلام کې په (62) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي سفیان بن عبدالله الثقفي - رضی الله عنه - دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ځینې احادیث روایت کړي دي، او عمر بن الخطاب - رضی الله عنه - د طائف پر زکات او صدقې راټولولو ګمارلی و.
د لغتونو معنا
معنا یې
لغت
الإيمانُ باللهِ: په الله تعالی ایمان، د هغه پر یووالي باور درلودل او یوازې د هغه ذات عبادت کول چې شریک نه لري.
آمَنْتُ باللهِ: په الله تعالی مې ایمان راوړی.
الاستقامة: د اوامرو تر سره کول او د نواهیو پریښودل.
استقم: استقامت ولره، یعنې د الله تعالی په اوامرو پابند او له نواهیو څخه یې ځان وساته.
د حدیث لارښوونې:
مسلمان ته په کار دي چې د خپل دین د هغو مسایلو په اړه پوښتنه وکړي چې پرې نه پوهیږي، تر څو په بصیرت سره د الله تعالی عبادت وکړي.
د هغه څه په زده کړه د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ټینګار چې د دوی د دین په چارو کې ورته ګټه رسوي.
په الله جل جلاله ایمان د دین بنسټ دی.
پر مسلمان واجب دي چې د الله تعالی په دین استقامت ولري، اوامر یې پر ځای کړي او له نواهیو څخه یې ډډه وکړي.
الله تعالی د یو بنده عمل تر هغه پورې نه قبلوي تر څو چې په الله تعالی ایمان ولري او د هغه په اطاعت ثابت قدم پاتې شي.
د ایمان او نیک عمل د یوځای کولو اړتیا.
د بحث پوښتنې:
س۱- ولې باید یو مسلمان د خپل دین د مسئلو زده کولو ته لیواله وي؟
س۲- له استقامت څخه مراد څه شی دی؟
س۳- د دین اساس څه شی دی؟
س۴- د سفیان بن عبدالله الثقفي - رضي الله عنه - په اړه په څه پوهیږې؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: الله تعالی فرمایلي: (بې شکه هغه کسان چې وايې: زمونږ رب الله دی بیا پرې ټینګ ودریږي نو هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن شي). دغه خلک د جنت خاوندان دي او تل به هملته وي. دا يي د هغو کړنو پوره بدل دی چې په دنیا کې يي کولې). [الأحقاف: 13 - 14] آیتونه.
آیت د ایمان او استقامت پر وجوب دلالت کوي، واضح یې کړه؟
آیت د هغو کسانو په بدلې دلالت کوي چې ایمان یې راوړی او پابند پاتې شوي، هغه کومه بدله ده؟
س۲-په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
پر مسلمان واجب دي چې د الله تعالی په شریعت استقامت ولري ( ).
په جومات کې له جماعت سره پنځه وخته لمونځ ادا کول له استقامت څخه دي ( ).
ج- د مور او پلار اطاعت له استقامت څخه دي ( ).
د- بد الفاظ کارول له استقامت څخه دي ( ).
هـ- لارویان ازارول د استقامت نښه ده ( ) ([2]) ښوونکي ته: * ښوونکي ته په کار دي چې د استقامت ډیری مثالونه وړاندې کړي لکه: لمونځ، د والدینو اطاعت، په ځان کې ښه اخلاق پیدا کول، د الله تعالی د کتاب لوستل، حفظول او داسې نور. * همدا رنګه غوره ده چې د ځینو هغو کړنو بیلګې وښیي چې استقامت ته زیان رسوي.
دويم حديث
د لمونځ پریښودونکي کفر:
له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «د سړي، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي». مسلم روایت کړی ([3]). مُسلِم په كتاب الإيمان، باب: بيان إطلاق اسم الكُفْر على من تَرَكَ الصَّلاةَ، کې په (82) شمیره روایت کړی.
د راوي پېژندل:
هغه جلیل القدر صحابي جابر بن عبدالله بن عمرو بن حرام الانصاري السُّلَمِي، دی، مور او پلار یې - رضي الله عنهم -دوه مشهور صحابه وو، دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو له حافظانو څخه و، په نبوي جومات کې یې یوه حلقه درلوده چې خلک به پرې هلته د علم زده کولو لپاره راټولیدل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په نولس غزاګانو کې ګډون وکړ ... جابر وایي: په اُحد او بدر کې مې ګډون ونه کړ، ځکه چې پلار مې منع کړم، خو کله چې هغه ووژل شو له هېڅ غزا پاتې شوی نه یم، نوموړی په ۷۸ کال کې وفات شوی دی.
د حدیث لارښوونې
د لمانځه اهمیت، لمونځ د اسلام ستن ده او دین د لمانځه پرته ثابت نشي پاتې کېدلی.
لمونځ د انسان تر ټولو مهم عمل دی چې هغه خپل رب جل جلاله ته نږدې کوي.
لمونځ د اسلام او کفر ترمنځ عملي توپیر دی.
پر مسلمان واجب دي چې په کلکه لمونځ ادا کړي او هېڅ بل کوم عمل ته پرې لومړیتوب ورنه کړي.
لمونځ ډیری دنیوي ګټې او په آخرت کې لوی اجر لري.
د بحث پوښتنې:
س۱ په اسلام کې د لمانځه حیثیت څه دی؟
س۲-حدیث په لنډه توګه تشریح کړئ؟
۳ پوښتنه - تر ټولو مهم فرضي عمل کوم یو دی چې بنده پرې الله تعالی ته نږدې کیږي؟
س۴- د لمانځه ځینې دنیوي ګټې وښیه.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: د اذان په اوریدو سره مسلمان ته څه کول واجب دي؟
س۲ - د لمانځه د اهمیت په اړه له قرآن کریم څخه یو آیت ووایه؟
س۳: لاندې تش ځایونه ډک کړه:
هغه فرض عمل چې په ورځ او شپه کې پنځه ځله تکرارېږي ................................ دی.
څوک چې په قصدي توګه........ پریږدي، کافر دی.
س۴ - ووایه د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما په اړه په څه پوهیږې؟ ([4]). ښوونکي ته: * ښوونکي ته په کار دي چې د لمانځه ډېرې ګټې بیان کړي.
درېيم حديث
د ذِکر فضیلت:
له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او هغه څوک چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او مړي په څېر دی». بخاري روایت کړی ([5]). بخاري په كتاب الدَّعوات، باب: فَضْل ذِكْرِ اللهِ عزَّ وجَلّ کې په: (6407) شمیره روایت کړی دی.
د راوي پېژندل:
هغه جلیل القدر صحابي ابو موسی عبدالله بن قیس الاشعري دی، په مکه کې یې اسلام راوړ او حبشې ته یې هجرت وکړ، د عمر رضی الله عنه په واکمنۍ کې یې د بصرې او د عثمان رضي الله عنه په واکمنۍ کې یې د کوفې د امارت دندې پرغاړه درلودې، د هغه ځای استوګنو ته یې قرآن کریم او فقه ورزده کړې، د قرآن کریم په تلاوت کې یې ښکلی غږ درلود، نوموړی د هجرت په دوه څلوېښتم کال وفات شوی دی.
د حدیث لارښوونې:
د الله جل جلاله ذِکر په تهلیل (لا اِله اِلا الله)، تحمید (الحمدلله)، تسبیح (سبحان الله)، د قرآن کریم په تلاوت او داسې نورو سره کیږي.
د الله پاک د ذِکر فضیلت:
ذِکر د زړونو لپاره ژوند دی، ځکه چې په همدې سره تر لاسه کیږي.
د الله تعالی سره اړیکه جوړول.
د زړه ډاډ او سکون.
د انسي او جني شیطانانو څخه ساتنه.
مسلمان ته په کار دي چې د الله تعالی ذکر وکړي ترڅو یې ګټې ترلاسه کړي.
د الله تعالی له یاد څخه غفلت د زړه د مرګ لامل دی.
د بحث پوښتنې:
س۱ - د هغه چا ترمنځ څه توپیر دی چې خپل رب یادوي او هغه څوک یې چې نه یادوي؟
س۲- د الله تعالی د ذِکر له ګټو څخه دوه ګټې بیان کړه؟
س۳- د ذکر ځینې ډولونه وښیه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱ - په لاندې مواردو کې ناسم کارونه په ګوته کړئ:
یو ځوان خپل کور ته ننوت، داسې یو څه یې ولیدل چې له امله یې وځورید او سخت غصه شو، کوچني ورور لوښي مات کړي وو نو هغه ته یې کنځلې وکړې او د غصې پر مهال له کوره ووت، خپل موټر ته پورته شو او په ډیره چټکۍ سره یې موټر چلاوه، تر دې چې نه پوهېده چیرته روان دی، نو د خوراکي توکو په دکان کې یې ورسره ملګری مخ شو او د غوسې په اړه یې ترې وپوښتل، نو کیسه یې ورته وکړه.
س۲-په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
ذِکر په ژبه دروند خو په تله کې سپک دی ( ).
د الله تعالی یادول انسان د انسانانو او پېریانو له شر څخه ساتي. ( ).
ج - څوک چې الله تعالی نه یادوي د ژوندي په مثال دی. ( ).
س۳: الله تعالی فرمایلي: (هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او زړونه یې د الله په ذكر سره ډاډمنیږي، خبردار شئ! يوازې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه ډاډمنیږي) [الرعد: 28].
له آیت څخه د الله تعالی د ذِکر یوه ګټه وښیه؟([6]). ښوونکي ته: - ښه ده چې د ذِکر ګټې په لږ څه تفصیل سره بیان شي، وګورئ: (الوابِل الصَّيِّب) د ابن القيم الجوزية - رحمه الله - کتاب. -.* ښه به وي چې د ذِکر ځینې ډولونه بیان شي لکه: تسبیح، تحمید، تکبیر ټولې دعاګانې او داسې نور. - * مناسبه ده چې ښوونکی د زده کوونکو تر منځه د یو څه اذکارو د حفظولو سیالۍ په لار واچوي، او د دې کار لپاره اړونده کتابونو ته مراجعه وکړي، وګورئ: الأذکار د امام نووي - رحمه الله - کتاب، او : تحفة الأخیار د شیخ عبد العزیز بن باز - رحمه الله - کتاب، او : حصن المسلم، د شیخ سعید بن علي القحطاني کتاب.
څلورم حدیث
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه:
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له تاسو څخه به هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي تر څو چې زه ورته له خپل پلار، زوی او ټولو خلکو څخه زیات محبوب نه شم». بخاري او مسلم روایت کړی دی ([7]). بخاري په کتاب الإيمان، باب: حُبّ رسولِ اللهِ صلَّى الله عليه وسلَّم من الإيمان کې په (15) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، او مسلِم په كتاب الإيمان، باب: وُجوب محبَّةِ رسولِ اللهِ صلَّى الله عليه وسلَّم أَكْثَر مِن الأَصْلِ والوَلَد والنّاسِ أجمَعِين کې په: (44) شمیره روایت کړی دی.
د راوي پېژندل:
هغه جلیل القدر صحابي أنس بن مالک الأنصاري الخزرجي - رضي الله عنه - دی، مور یې ام سُلیم په لس کلنۍ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور ووست او ورته یې وویل: ای د الله رسوله! دا أنس هلک به ستا خدمت کوي، هغه ترې قبول کړ، دعا یې ورته وکړه او ویې ویل: «ای الله مال او اولاد یې زیات کړه او جنت ته یې داخل کړه».([8])، ډېری حدیثونه یې روایت کړي، او دی وروستی کس دی چې له صحابه کرامو څخه په بصره کې د هجرت په درې نویم کال وفات شوی دی -رضي الله عنه و أرضاه. أنس رضي الله عنه فرمایلي دي: «ما د خپلو اولادونو له اولادونو پرته چې زما له شا دي، ۱۲۵ ښخ کړي دي (یعنې زما مخکې مړه شوي دي) او زما ځمکې په کال کې دوه ځلې حاصل کاوه (دوه فصلونه یې کول)» وګورئ: الإصابَة لابن حجر (1/72).
د حدیث لارښوونې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه کول، او د هغه مینې ته پر ټولو خلکو لومړیتوب ورکول، حتی خپل پلار، اولادونو او پر ځان.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه کول د ایمان نښه ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مینې له نښانو څخه:
چې په اوامرو کې یې پيروي وکړو، له ممانعتونو څخه یې ځان وساتو او په ویناوو کې یې ریښتینی وګڼو.
د هغه صلی الله علیه وسلم د یادولو پر مهال پرې درود ووایو.
په ویناوو او کړنو کې پسې اقتدا وکړو او له شریعت څخه یې ونه وځو.
د نورو ټولو خلکو له محبت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت ته لومړیتوب ورکړل شي.
د بحث پوښتنې:
س۱ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت حکم څه دی؟
س۲- د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت ځینې نښانې ووایه؟
س۳- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم په اوریدلوسره باید څه وکړئ؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: الله تعالی فرمایلي: (اى نبي!) (ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما پيروي وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [آل عمران سورت: 31 ایت].
آیت په څه شي دلالت کوي؟
س۲- آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه په څه پوهېږې؟ درې صفتونه یې وښیه.
س۳- ولې پر موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت واجب دی؟ [9] ښوونکي ته: * رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره بېلګه ده، نو ښوونکي ته په کار دي چې د هغه ځینې ځانګړتیاوې ذکر کړي، ترڅو زده کونکي وهڅوي چې اقتدا پسې وکړي، د دې کار لپاره د نبوي سیرت کتابونو ته مراجعه کوي لکه: د شیخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله کتاب: مختصر سیرة الرسول صلی الله علیه وسلم.
پنځم حدیث
ښه اخلاق:
له عبد الله بن عمرو - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي چې: «یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري». بخارِي اومُسلِم روایت کړی ([10]). بخاري په كتاب المناقب، باب: صِفَة النَّبيِّ صلَّى الله عليه وسلَّم کې په (3559) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، او مُسلِم په كتاب الفَضائل، باب: كَثْرَة حَياتِه صلَّى الله عليه وسلَّم کې په (2321) شمیره روایت کړی دی.
رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبدالله بن عمرو بن العاص بن وائل السهمي القرشي دی، د اسلام له لومړنیو راوړونکو څخه و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډېری حدیثونه روایت کړي او د رسول الله - صلی الله عليه وسلم - سره یې په ډېری غزاګانو کې ګډون کړی دی، په ډیر عبادت کولو مشهور و، نوموړی د نبوي هجرت په پنځه شپېتم کال کې وفات شوی دی.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
فاحش
فاحش: هغه چا ته ویل کیږي چې (د عادت له مخې) پوچې وینا او کړنې کوي.
متفحش
متفحش: هغه چاته ویل کیږي په قصدي توګه ناوړه وینا او کړنې کوي (خوعادت یې نه وي)
غوره ستاسو
په تاسو کې غوره.
ښه اخلاق
د نیکیو ترسره کول او له بدیو څخه ډډه کول.
د حدیث لارښوونې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خویونو او اخلاقو کې تر ټولو غوره دی.
پر مسلمان واجب دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيروي وکړي، او په ښو اخلاقو ځان سمبال کړي.
غوره خلک هغه دي چې ښه اخلاق ولري، لکه: ښه چلند، نرمه وینا، ورین تندی، نیکي کول، له نورو زیان لرې کول، او سلام خپرول.
په ښو اخلاقو سره د الله تعالی او د خلکو مینه ترلاسه کوي.
ښه اخلاق له ایمان څخه دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به د قیامت په ورځ تر ټولو نږدې خلک هغه وي چې ښه اخلاق ولري.
د بحث پوښتنې:
س ۱ - فاحِشاً – مُتَفَحِّشاً - حُسْن الخُلُق ؟ څه معنا:
س ۲ - د ښو اخلاقو لپاره درې بېلګې وړاندې کړه.
س۳- د بدو اخلاقو درې بیلګې وښیه؟
س۴ - د ښو اخلاقو ثمره څه شی دی؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱ - ووایه چې د عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما په اړه په څه پوهیږئ؟
س۲ - رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله تعالی دا وینا څه معنا: (وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ ) (القلم سورت: ۴ ايت)
س۳ - الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صفت کې فرمایلي: (یقینًا تاسو ته هم ستاسو له جنس نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ پر ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى) [سورت التوبة: ایت 128].
په مبارک آیت کې ذکر شوي اخلاق راوباسئ.
س۴ - لاندې کلمې په مناسبو ځایونو کې ولیکه:
حیا - سخاوت - بې حیايي - پوچه وینا - کنځلې - ورین تندی.
لغت
معنا يې
............................
............................
............................
............................
............................
............................([11]). ښوونکي ته: * د الله تعالی او د خلکو سره ښه اخلاق د اسلام له اهدافو څخه یو هدف دی، له همدې امله مهمه ده چې د زده کونکو په روان کې ځای پر ځای کولو کې دې موضوع ته پاملرنه وشي، چې ښو اخلاقو ته وهڅول شي او له بدو اخلاقو وویرول شي.
شپږم حدیث
د حیا فضیلت:
له عمران بن حصین - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «حيا يوازې خير راوړي». بُخاري او مُسلِم روایت کړی دی ([12]). بخاري په كتاب الأدب، باب: الحياء کې په: (6117) شمیره، او مسلم په كتاب الإيمان باب: بَيان عَدَد شُعَب الإيمان وأَفْضَلها وأَدْناها، وفَضِيلَة الحياءِ وكَوْنه مِن الإيمان کې په (37) شمیره روایت کړی دی.
د راوي پېژندل:
هغه جلیل القدر صحابي عمران بن حسین الخزاعي دی، هغه او پلار یې دواړو د خېبر د جګړې په کال اسلام راوړی، د صحابه کرامو له فقهاوو او عالمانو څخه و، عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - بصرې ته ولیږه تر څو یې استوګنو ته علم ورزده کړي، نوموړی د هجرت په دوه پنځوسم کال کې وفات شوی دی، رضي الله عنه و أرضاه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا یې
حیا
د هرې هغې وینا او کړنې پرېښودل چې له امله یې انسان ملامته کیږي.
د حدیث لارښوونې:
د حیاء پر خوی د اسلام ټینګار.
حیا د ټولو نیکیو کیلي ده. ځکه چې د غوره کارونو د تر سره کولو غوښتنه کوي او د بدۍ کولو مخه نیسي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صفتونو څخه یو صفت: حیا ده.
له بدو خبرو، پوچو الفاظو، کنځلو، بدو ردو ویلو څخه ډډه کول حیاء ده.
د بحث پوښتنې:
س۱- له (حیا) څخه مراد څه شی دی؟
س۲- د حدیث له ګټو څخه دوه ګټې بیان کړه؟
س۳- ولې حیا یوازې ښېګڼه راوړي؟
س۴- د ځینو هغو کړنو بېلګې وښیئ چې د حیاء خلاف دي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
................... د خېر د ټولو دروازو کیلي ده.
حیا د .............................................. له صفتونو څخه یو صفت دی.
ج- د والدینو، ښوونکو او همکارانو سره په ................... خبرې کول حیا ده.
د ښوونکي بې احترامي یوه داسې ځانګړتیا ده چې د .................. سره په ټکر کې ده.
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
نورو ته د خطاب کولو پر مهال په غږ کې اعتدال أ- د حیا سره په ټکر کې عمل دی
حیا ب - له حیاء څخه دی.
د ښوونځي په دیوالونو لیکل. ج - اسلام پرې ټینګار کوي.
د- له ناوړه الفاظو څخه دي.
س۳- ووایه چې د عمران بن حصین رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟([13]). ښوونکي ته: * ښوونکی باید د ښې حیاء چې په حدیث کې ذکر شوې ده او ناوړه حیاء چې (شرمیدل او خجالت) دی تر منځه توپیر وکړي. (خجالت) هغه حالت دی چې انسان له پوښتنې، ځان پوهولو او زده کړې څخه منع کوي.
اووم حدیث
د منافقت له نښانو څخه:
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي درواغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وفا پرې نه کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت پکې کوي». بُخارِي او مُسلم روایت کړی دی ([14]). بخاري په كتاب الإيمان، باب: عَلامات المنافِق کې په (33) شمیره او مُسلِم په كتاب الإيمان، باب: بَيان خِصالِ المنافِقِ کې په (59) شمیره روایت کړی دی.
رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الرحمن بن صخر الدوسي دی چې د هجرت په اووم کال؛ د خېبر د فتحې په کال کې یې اسلام راوړی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د سختې ملګرتیا له امله ډیری حدیثونه حفظ کړي دي، نوموړی هغه صحابي دی چې تر ټولو زیات حدیثونه یې روایت کړي او د نبوي هجرت په اووه پنځوسم کال کې وفات شوی دی، رضي الله عنه و أرضاه.
د لغتونو معنا:
کلمه
معنا
آیت
نښه ..
درې
یعنې: درې خویونه.
منافق
هغه څوک چې د باطن خلاف ښکار کوي. (ظاهر یې یو ډول او باطن یې بل ډول وي).
حَدَّثَ
خبرې یې وکړې.
د حدیث لارښوونې:
اسلام د بدو عادتونو او غیر اخلاقي چلندونو په وړاندې خبرداری ورکوي.
منافقت یو له هغو بدو صفتونو څخه دی چې مسلمان ترې باید ډډه وکړي.
منافقت نښانې لري چې ځان ترې باید وساتل شي لکه:
په خبرو کې دروغ ویل.
وعده خلافي.
خیانت.
چا کې چې د منافقت یو صفت پيدا شو نو الله تعالی او خلک ترې کرکه کوي.
د بحث پوښتنې:
س۱- د (منافق) څخه مراد څه دی؟
س۲ - د منافق د نښانو یوه بیلګه وښیئ؟
س۳- د منافقت پایله څه ده؟
س۴: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا تشریح کړه: «منافق درې نښانې لري».
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: ووایه چې د ابوهریرة رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږئ؟
س۲- د مومن ځینې هغه صفتونه وښیه چې د منافقانو د صفاتو ضد وي.
س۴- لاندې هغه جملې سمې کړئ چې سمونتیا ته اړتیا لري:
په خبرو کې دروغ ویل د منافقانو له صفتونو څخه دي.
مؤمن هغه دی چې په وینا او کړنو کې رښتیا وایي.
د ځینو لمونځونو پرېښودل د منافقانو صفت نه دی.
چا چې له خپل ملګرې څخه قلم واخېست او بیا پرې منکر شو، نو د منافق یو صفت پکې پیدا شوی دی ([15]). ښوونکي ته: * منافقت یوه جدي موضوع ده او پایلې یې ډېرې خطرناکې دي، نو په کار ده چې زده کوونکي ترې وویرول شي. * محترم ښوونکی باید د اعتقادي نفاق چې انسان پرې له دین څخه وځي او عملي نفاق چې په حدیث کې ذکر شوی ترمنځ توپیر وکړي.
اتم حدیث:
عفو او بښنه:
د عائشې - رضی الله عنها - څخه روایت دی وایې چې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هیڅکله د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه به یې اسان غوره کاوه خو چې ګناه به نه وه، که چیرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و، او هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په هیڅ شي کې د ځان لپاره غچ نه دی اخیستلی مګر دا چې د الله حرمت به د پښو لاندې شو، نو د الله لپاره به یې غچ اخېسته». بُخارِي او مُسلم روایت کړی دی ([16]). بخارِي په كتاب الأدَب، باب: قَوْل النَّبيِّ صلَّى الله عليه وسلَّم:" يَسِّروا ولا تُعَسِّروا "، کې په (6126) شمیره روایت کړی، او الفاظ د همده دي. او مُسلِم په كتاب الفَضائِل، باب: مُباعَدَتُه صلَّى الله عليه وسلَّم للآثام، واختِياره مِن المباحِ أَسْهَله کې په (2327) شمیره روایت کړی.
رواي پېژندنه:
هغه د مومنانو مور، صادقه مېرمن او د صدیق لور عایشه - رضی الله عنها - د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، نوموړې فقیهه او عالمه مېرمن وه، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډېری احادیث روایت کړي دي، د هجرت په اوه پنځوسم کال وفات شوې ده، رضي الله عنها.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
أَيْسَرهُما
په دواړو کې آسان
إثماً
اثم: ګناه
قط
هیڅکله.
تُنْتَهَك حُرْمَة اللهِ
هغه څه کېدل چې الله تعالی منع کړې دي.
د حدیث لارښوونې:
اسلام د اسانتیا، مهربانۍ، عفو او بخښنې دین دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځانګړتیاوو څخه، عفو کول، بخښنه او پر زیان صبر کول دي، نو د هغه پسې اقتدا واجب ده.
د الله تعالی په حقونو کې بخښل نشته لکه پر منکراتو راضي کېدل.
د الله تعالی د حرمتونو، حدودو او اوامرو تعظیم او احترام واجب دی، او ترې سرغړونه حرامه ده.
کوم مسلمان چې عفو او بخښنه کوي د الله تعالی لخوا لوی اجر تر لاسه کوي او د خلکو ورسره محبت پېدا کیږي.
د بحث پوښتنې:
س۱ - د هغې رضي الله عنها وینا تشریح کړئ (چې فرمایي): «هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوه ټاکنې ندي ورکړل شوي مګر دا چې په دواړو کې یې آسانه غوره کړې ده».
س۲- ووایه چې د عائشې په اړه په څه پوهیږئ، الله تعالی دې له هغې او د هغې له پلار څخه راضي شي.
س۲-د لاندې جملو مخې ته (√) او یا (×) علامې وکاروئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
پر منکر چوپ پاتې کیدل په عفو او بخښنه کې نه راځي ( ).
عفو او بښنه کمزوري او عاجزي بلل کیږي ( ).
عفو او بښنه د الله تعالی په حقونو کې وي ( ).
د کورنۍ دندې سوالونه:
س1- (( تُنْتَهَك حُرْمَة اللهِ )) څه معنا؟
س۲ - ځینې هغه صفتونه وښیه چې د عفوې او بښنې له خویونو سره په ټکر کې وي.
س۳ - الله تعالی خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي: (نو (يوازې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له خواوشا نه خواره شوي وو، نو دوى ته عفو كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: 159 ایت].
س۴ - په حدیث شریف کې هغه اخلاق په نښه کړه چې پدې آیت کې راغلي دي ([17]). ښوونکي ته: * حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو ځانګړتیاوو په اړه خبرې کوي، چې عبارت دي له: ۱- پر خلکو اسانتیا راوستلو، بخښنې او زغم سره د هغه مینه. ۲- د الله تعالی پر حرمتونو غیرت کول، نو پدې دوو ځانګړتیاوو کې د هغه پسې اقتدا کول مهمه چاره ده، او کیدی شي چې د دې لپاره ځینې بېلګې بیان کړی شي لکه: عفو کول، بخښنه، سخت زړيتوب او سختي نه کول، همدارنګه له نورو سره مینه، له بدۍ کرکه کول او غندنه.
نهم حدیث
د مسلمان ورور سره د پریکون حراموالی:
له أبو ایوب الأنصاري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، په دوی دواړو کې غوره کس هغه دی چې لومړی سلام واچوي». بُخارِي او مسْلِم روایت کړی دی ([18]). بخاري په كتاب الأدب، باب: الهجرة کې په (6077) شمیره روایت کړی، او مسلم په كتاب البِرّ والصِّلَة والآداب، باب: تحرِيم الهَجْر فَوْقَ ثَلاث بِلا عُذْر شَرعِي کې په: (2560) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي خالد بن زید الانصاري دی، د عقبې په بیعت او د بدر په جګړه او له هغه وروسته جګړو کې یې ګډون کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې ته راغی نو د هغه په کور کې تر هغه پورې مېشت شو، تر څو یې چې خپل کورونه او جومات ودان کړل، هغه د وحی له لیکوالانو څخه دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته یې د الله په لاره کې جهاد جاري وساته تر دې چې د قسطنطینیة په غزا کې د هجرت په پنځوسم کال وفات شو، رضي الله عنه و أرضاه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
لا یحل
حرام دی.
يَهْجُر أَخاه
چې خپل ورور پریږدي او خبرې ورسره نه کوي.
فَيُعْرِض
مخنیوی کوي او مخ اړوي.
یبدأ
له خپل ملګري نه په سلام اچولو کې مخکې کیږي.
د حدیث لارښوونې:
اسلام د مسلمانانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي غوښتنه کوي.
د یو مسلمان لپاره دا روا نه ده چې له خپل مسلمان ورور څخه مخ واړوي، او له دریو ورځو څخه زیات پرې سلام اچول پریږدي.
پر مسلمان واجب دي چې له هر هغه څه څخه ځان وساتي چې د مسلمانانو ترمنځ نفاق او شخړې ته لمن وهي.
که مسلمان ورور دې درسره پرېکون وکړ، نو هڅه وکړه چې لومړی سلام پرې ته واچوې، ځکه دا د الله تعالی په نزد ستا لپاره غوره ده.
کله چې د وروڼو او ملګرو ترمنځ شخړه یا بې اتفاقي راشي، نو باید تر منځه یې پخلاینه وشي.
د بحث پوښتنې:
س۱ - لاندې کلمې معنی کړئ: يَهْجُر- أَخاه - فَيُعْرِض- يَبْدَأ ؟
س۲ - د یو مسلمان لپاره د خپل مسلمان ورور سره پریکون څه حکم لري؟ دلیل یې څه دی؟
س۳- دوه ملګري دې ولیدل چې سره یې پریکون کړی دی، نو تاته څه کول په کار دي؟.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا تشریح کړه: (( وخَيْرُهُما الذي يَبْدَأ بِالسَّلام )).
س۲- یو مسلمان باید د خپل مسلمان ورور په وړاندې څه دریځ ولري، کله چې ورسره پریکون وکړي؟
س۳-په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او څه چې سمونتیا ته اړتیا لري، سم یې کړئ:
کنځلې او سپکې سپورې د مسلمانانو تر منځ د پریکون لامل ګرځي ( ).
سلام اچول مینه، محبت او صداقت رامنځته کوي ( ).
چا چې درته سلام واچاوه، نو سلام ځوابول یې واجب نه دي. ( ).
کینه او کرکه د ملګرو تر منځ د بېلتون لامل ګرځي. ( ).
س۴ - ووایه د ابو ایوب الأنصاري رضي الله عنه په اړه په څه پوهېږې .[19] ښوونکي ته: * په اسلام کې اړیکې او دوستۍ د الله لپاره د مینې پر بنسټ ولاړې وي، نو باید پر همدې اساس پراختیا ومومي. * په همدې اساس د ولاړو اړیکو فضیلت بیانول، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الحبّ في اللهِ أَوْثَق عُرَى الإيمان» «د الله لپاره محبت د ایمان تر ټولو ټېنګه رسۍ ده» او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «المتَحابُّونَ في جَلالي أظِلُّهُم في ظِلِّي يَوْمَ لا ظِلَّ إلّا ظِلِّي». «هغه کسان چې زما د جلال لپاره یو له بل سره مینه لري، زه به هغوی ته په هغه ورځ زما د سیوري لاندې ځای ورکړم چې زما له سیوري پرته به بل سیوری نه وي».
لسم حدیث
د قرآن کریم د زده کړې او تدریس فضیلت:
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښیي». بخاري روایت کړی ([20]). بخاري په كتاب: فَضائِل القرآن، باب: خيركُم مَن تَعَلَّمَ القرآنَ وعَلَّمَه کې په (5027) شمیره روایت کړی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عثمان بن عفان رضی الله عنه، دریم راشد خلیفه او یو له هغو لسو کسانو څخه دی چې د جنت زیری ورکړل شوی او یو له هغو کسانو څخه دی چې خپل مالونه یې په غزا او جهاد کې مصرف کړي دي. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو لوڼو سره واده کړی دی؛ رقیة او بیا أم کلثوم رضي الله عنهما، ډیر حیاناک انسان و، نوموړی د نبوي هجرت په پنځه دیرشم کال په شهادت رسیدلی دی. رضي الله عنه و أرضاه.
د حدیث لارښوونې:
په لوستلو او حفظ سره د قرآن کریم زده کړه الله تعالی ته د نږدې کېدلو عزتمنده او د مرتبې له اړخه تر ټولو لویه وسیله ده، ځکه چې د الله تعالی کلام دی.
مسلمان ته په کار دي چې په مدرسه، کور او په جوماتونو کې د قرآن کریم په حلقو کې له وړوکوالي څخه د قرآن کریم زده کړي ته لیواله وي.
د قرآن کریم د هر توري په لوستلو سره مسلمان ته لس نیکۍ ورکول کیږي.
مسلمان باید د قرآن کریم د تلاوت آداب مراعات کړي، د تلاوت په پیل کې له رټلی شوي شیطان څخه په الله پناه وغواړي (أعوذ بالله ... ووایي)، ځان پاک کړي، او داسې نور.
د بحث پوښتنې:
س۱- په خلکو کې غوره انسان څوک دی؟
س۲- ولې د قرآن کریم زده کړه له غوره عبادتونو څخه ده؟
س۳- د قرآن کریم د تلاوت کوونکي ثواب څومره دی؟
س۴ - د قرآن کریم د تلاوت ځینې آداب وښیه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱ -په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
په ځوانۍ کې د حفظ کولو په پرتله په زاړه عمر کې حفظ کول غوره دي ( ).
زده کوونکی باید هره ورځ د قرآن کریم د لوستلو او حفظولو لپاره وخت ځانګړی کړي ( ).
د قرآن کریم درناوی او قدر باید وشي او له بې احترامۍ څخه یې ډډه وشي ( ).
د قرآن کریم د تلاوت لپاره اودس کول ښه کار نه دی( ).
س۲- که تاسو هره ورځ د قرآن کریم دوه کرښې حفظ کړئ او د جمعې ورځ د حفظ شوو آیتونو د مراجعې لپاره ځانګړی کړئ، نو په څلورو اونیو کې به څومره اندازه حفظ وکړئ شئ؟
س۳- په لاندې تشو ځایونو کې مناسبه کلمه ولیکئ:
.............................................. تر ټولو لوی او غوره کتاب دی.
مسلمان باید هره ورځ د .................. یو څه تلاوت وکړي.
یو مسلمان ته روا نه دي چې ........................................ پریږدي.
د.........................حافظ باید نورو خلکو ته قرآن ورزده کړي.
س۴ - ووایئ د عثمان بن عفان رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږئ؟ .([21]). ښوونکي ته: د خلکو په روح او روان کې د قرآن کریم تعظیم ته ځای ورکول ستره اړتیا ده، نو قدرمن ښوونکي ته په کار دي چې دا اصل له مختلفو لارو د هغوی په زړونو کې ځای پر ځای کړي لکه: د قرآن کریم د فضیلت بیانول او حفظ ته یې هڅول، په فکر او تدبر سره یې لوستل او عمل پرې کول، همدا رنګه د حفظ په اړه یې سیالۍ په لار اچول او داسې نور ..
فهرست
لومړی حديث
ایمان او استقامت
دویم حدیث
د لمونځ پریښودونکي کفر:
دریم حدیث
د ذِکر فضیلت:
څلورم حدیث
د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت
پنځم حديث
ښه اخلاق:
شپږم حدیث
د حیا فضیلت:
اووم حدیث
د منافقت له نښانو څخه:
اتم حدیث
عفو او بښنه:
نهم حدیث
د مسلمان سره د پریکون حراموالی:
لسم حدیث
د قرآن کریم د زده کړې او تدریس فضیلت:
عنوان: درسي نصاب، حدیث، سویه (اتمه)
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی او (8) سويې لري، تر ټولو اړین هغه څه چې په اتمه سویه کې دي د نبوي متنونو د یوې ټولګې تشریح ده چې له خورا مهمو احادیثو څخه ګڼل کیږي او ډیری شرعي احکام؛ علمي او عملي ګټې پکې دي، لکه د نېک صالح او یا بد ملګري له ناستې پاستې اغېزمنېدل، د مور او پلار حقونه، د زده کړې فضیلت، د ژبې او لاس ساتنه او داسې نور. د دې شرحې ځانګړتیا پدې کې ده چې له يوه اړخه یې اسلوب اسان دي او له بله اړخه یې عبارتونه واضح دي، دا (تشریح) په یوه ځانګړي مېتود وړاندې کیږي چې د صحابي (د حدیث د راوي) په پېژندنې سره پېلیږي، بیا د لغتونو معنا تشریح کیږي، ورپسې په حدیث کې راغلي مهم احکام او لارښوونې له دلایلو او د علماوو له اقوالو سره بیانیږي او په پای کې یو لړ پوښتنې وړاندې کیږي چې (ځوابونه یې) ټول لوست په بر کې نیسي، او له مخې یې د زده کوونکو د پوهې کچه معلومیږي.
بسم الله الرحمن الرحيم
یوولسم حدیث: د ملګري اغېز
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو خاوند او د پخ (آهنګر) دی، کوم چې د مشکو والا دی: يا به مشک درکړي او یا به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی نو؛ یا خو به دې کالي وسوځي او یا به ترې بد بوی درشي». بخارِي او مُسلِم روايت كړی دی ([1]). بخاري په كتاب البيوع، باب: في العَطّار وبَيْع المِسْك، او مسلِم په: كتاب البِرّ والصِّلَة والآداب، باب: استِحباب مُجالَسَة الصّالحين ومُجانَبَة قُرنَاء السَّوء کې په (2628) شمیره روایت کړی او الفاظ د مسلم دي.
رواي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي أبو موسی عبد الله بن قیس الأشعري - رضي الله عنه - دی، په مکه کې یې اسلام راوړی او حبشې ته یې هجرت کړی، د عمر رضي الله عنه په خلافت کې د بصرې والي پاتې شوی، د کوفې خلکو ته یې قرآن کریم او فقه ورزده کړل، د قرآن کریم په تلاوت کې د ډیر ښکلي غږ درلودونکی و، نوموړی د نبوي هجرت په دوه څلویښتم کال وفات شو؛ رضي الله عنه و أرضاه.
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
مسک
د عطرو یو ډول دی چې ښایسته بوی لري.
الكِير
د پخ نغری
يُحذِيك
وړیا درکړي
تَبْتاع
واخلې، وپېرې
رِيحاً خَبِيثَةً
بد بوی
د حدیث لارښوونې:
اسلام هغه لور ته د خپلو اولادونو لارښوونې او پاملرنې ته ارزښت ورکوي چې په دنیا او اخرت کې یې خېر پکې وي.
صالح او ریښتینی ملګری د انسان سره د خېر په کارونو کې مرسته کوي او له شر څخه یې لرې کوي.
بد ملګری د بدو کارونو له امله پر ملګري ناوړه اغیزې لري لکه: لمونځ پرېښودل، د مور او پلار نافرماني او خلک ازارول.
مسلمان باید د ښو خلکو پر ملګرتیا ټینګار وکړي چې ښه اخلاق ولري، او د بدکارانو له دوستۍ ځان وساتي.
د بحث پوښتنې:
س۱- د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا تشریح کړه: (( إنَّما مَثَل الجَلِيسِ الصّالح كَحامِلِ المسْكِ )).
س۲ - د نېکانو له ناستې پاستې څه ګټه تر لاسه کوې؟
س۳ - څوک چې د بدو خبرو، نورو ازارول، سګرټ څښل، د شپې ویخ پاتې کېدل او داسې نور خویونه لري. نو آیا دا نېک ملګری دی که بد؟ سبب یې ووایه.
س۴ - اسلام ولې د ښو خلکو پر ملګرتیا ټینګار کوي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱ - د ښو خلکو درې صفتونه وښیه چې ملګرتیا یې په کار ده.
س۲ - ووایه چې د عبد الله بن قیس الأشعري رضي الله عنه په اړه په څه پوهېږې؟.
س۳: الله تعالی فرمایلي: (اې مؤمنانو! د سړیو کومه ډله باید په نورو سړیو ملنډې ونه وهي کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ښځو ملنډې وهي، کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي. او هم یو د بل بد مه یادوئ او مه یو بل ته بد لقبونه ږدئ له ایمان راوړلو وروسته د فسق نوم یادول ډیر بد کار دی. او هر څوک چې له دې وانه ووښت نو همغوی لوی ظالمان دي). [الحجرات سورت: 11 ایت].
د ځینو هغو ځانګړتیاوو یادونه وکړئ چې الله تعالی یې په اړه خبرداری ورکړی دی.
ایا دا د ښه ملګري ځانګړتیاوې دي که د بد ؟ [2] ښوونکي ته: * د ښو ملګرو ښه صفتونه بیانول لکه: پر اطاعت حرصناک یا په کار کې جديت ښودل. * د بدو ملګرو د زیانونو تشریح کول، لکه: د دوی له بدو عادتونو، ناوړه اخلاقو، تنبلۍ خوښولو او په حرامو کې واقع کېدلو څخه اغېزمن کېدل. * دا تشریح کول چې یو سړی پوهیږې چې باید ملګری یې څوک وي. وګورئ: كتاب الآداب الشَّرعِيَّة د محمَّد بن مفلح رحمه الله (3/527)، او ورپسې.
دولسم حدیث: د مور او پلار له حقونو څخه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: په خلکو کې زما د ښې ملګرتیا تر ټولو زیات مستحق څوک دی؟ هغه وفرمایل: (ستا مور). ویې ویل: بيا څوک؟ هغه وفرمایل: (بيا ستا مور). هغه وویل: بیا څوک؟ ویې فرمایل: (بيا ستا مور). هغه وويل: بيا څوک؟ ویې فرمایل: (بيا ستا پلار). بخاري او مسلم روایت کړی دی ([3]). بخاري په كتاب الأدب، باب: مَن أَحَقّ النّاسِ بِحُسْن الصُّحْبَة کې په (5971) شمېره روایت کړی او مسلم په كتاب البِرّ والصِّلَة والآداب، باب: بِر الوالِدَيْن وأَيّهما أَحَقّ به کې په: (2548) شمیره روایت کړی، او الفاظ د همده دي.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي عبد الرحمن بن صخر الدوسي دی چې د هجرت په اووم کال؛ د خېبر د فتحې په کال کې یې اسلام راوړی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د کلکې ملګرتیا له امله ډیری حدیثونه حفظ کړي دي، نوموړی هغه صحابي دی چې تر ټولو زیات حدیثونه یې روایت کړي او د نبوي هجرت په اووه پنځوسم کال کې وفات شوی دی، رضي الله عنه و أرضاه.
د حدیث لارښوونې:
د مور او پلار سره د مینې او محبت کولو وجوب، د هغوی اطاعت کول، او له نافرمانۍ څخه یې ځان ژغورل.
مور او پلار انسان ته تر ټولو نږدې خلک او د ملګرتیا او نیکۍ یې زیات حقدار دي.
د مور د حق لوی والی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه درې ځلې وصیت تکرار کړ.
د مور او پلار سره د نېکۍ له بېلګو څخه: د هغوی اطاعت او درناوی دی، د هغوی نافرماني نه کول، خبرې یې نه پرې کول، هغوی نه ازارول، په ژوند کې او له مرګ نه یې وروسته ورته دعا کول او د هغوی د دوستانو لیدل دي.
د مور او پلار اطاعت جنت ته د ننوتلو او نافرماني یې دوزخ ته د ننوتلو لامل دی.
د بحث پوښتنې:
س۱- د ښې ملګرتیا تر ټولو مستحق څوک دی؟
س۲- ولې د مور حق د پلار له حق څخه ډېر لوی دی؟
س۳ - درې هغه ناوړه کړنې وښیه چې د مسلمان لپاره یې د مور او پلار یا یو پر وړاندې کول حرام دي؟.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱: الله تعالی فرمایلي: (او ستا رب حكم كړى چې له هغه پرته د بل چا بنده ګي مه کوئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ. كه تا سره يو له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نو هغوی ته اُف هم مه وايه، رټه يې مه او هغوى سره په درناوي خبرې كوه. (او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په داسې حال كې چې زه وړوكى وم). [الإسراء سورت: 24-23 ایتونه].
له مور او پلار سره د مهربانۍ په اړه له آیت څخه درې کړنې راوباسه.
دا آیت د مور او پلار د حقونو په عظمت دلالت کوي، تشریح یې کړئ؟
س۳: لاندې عبارتونه تصحیح کړئ:
د مور او پلار نافرماني او ازارول جنت ته د داخلیدو لامل دی.
د مور او پلار درناوی یوازې د هغوی په ژوند پورې محدود دی.
دا د مور او پلار درناوی نه دی چې د هغوی د دوستانو عزت وشي.
س۳: ووایه د ابوهریرة رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟ ([4]) ښوونکي ته: * د ځینو دلایلو یادونه چې د والدینو د اطاعت فرضیت او د نافرمانۍ حراموالی بیانوي. * د والدینو د اطاعت د بېلابېلو ډولونو بیان. * د هغوی د نافرمانۍ د مختلفو ډولونو بیان. * ښه ده چې پدې اړه د ځینو دلایلو او کېسو یادونه وشي لکه: د غار د خاوندانو کېسه. وګورئ: صحیح البخاري، کتاب البیوع، باب: اذا اشتری شیئا لغیره بغیر ِاذنه فرضي. کې په ۲۲۱۵ شمیره روایت کړی او مسلم په کتاب الذِّكر والدُّعاء والتَّوبة والاستِغفار، باب: قِصَّة أَصحاب الغارِ الثّلاثَة، والتَّوسُّل بِصالِحِ الأَعمال کې په: (2743) شمیره روایت کړی دی.
دیارلسم حدیث: د ژبې او لاس ساتنه
له ابو موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: هغوی وویل: ای د الله رسوله! کوم اسلام غوره دی، هغه وفرمایل: «-کامل- مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي». بخارِي او مُسلِم ([5]) روایت کړی دی. بخاري في كتاب الإيمان، باب: أيّ الإسلامِ أَفْضَل کې په (11) شمیره او مسلم په كتاب الإيمان، باب: بَيان تَفاضُل الإسلامِ وأيّ أُمورِه أَفْضَل کې په: (42) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
په یوولسم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د حدیث لارښوونې:
اسلام د انسان د بدن د ټولو غړو په سموالي ټینګار کوي او د انحراف مخنیوي ته یې لیواله دی.
ژبه د الله تعالی یو نعمت دی، نو مسلمان یې باید په ښو کارونو کې وکاروي لکه ذِکر، لوستل، د علم زده کړه او داسې نور.
انسان باید محتاط اوسي چې ژبه په ګناهونو کې ونه کاروي لکه دروغ، غیبت، چغلي، سپکې سپورې ویل او داسې نور.
لاس د الله تعالی له لوري یو نعمت دی، نو باید محتاط اوسي چې د الله تعالی په نافرمانۍ کې یې ونه کاروي.
پر نورو تېری کول او د هغوی حقونه اخیستل حرام دي، که څه هم لږ شی وي.
د بحث پوښتنې:
س۱- د اسلام کومه ځانګړتیا غوره ده؟
س۲- ژبه د الله تعالی نعمت دی، نو څنګه باید وکارول شي؟
س۳- اسلام ټینګار کوي چې مسلمان په خپلو ویناوو او کړنو کې ریښتینی اوسي، له حدیث څخه دې دا فایده څنګه راوویسته؟
س۴ - آیا د نورو د عیبونو یادول پر هغوی تیری ګڼل کیږي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- له ملګري څخه دې د هغه له اجازې پرته د قلم او خطکش اخېستل څه حکم لري؟
س۲- د خېر په کارونو کې د ژبې او لاس کارولو ځینې مثالونه وښیئ؟
س۳ - ووایه چې د ابو موسی الأشعري رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟
س۴- آیا د هغو خبرو وړل راوړل روا دي چې د ملګرو تر منځ د دښمنۍ او تفرقې لامل ګرځي؟[6] ښوونکي ته: * اسلام غواړي د خپلو کوچنیانو ذهنونه او د بدن غړي یې په استقامت (وروزي). * ښه به وي چې ښوونکی د لاس او ژبې د استقامت لپاره ځینې مرستندویه وسایل په ګوته کړي لکه: د قرآن کریم په تلاوت، ذِکر او مباحې وینا سره ژبه عادت کول، همدا رنګه لاس عادت کول چې پر بل چا تېری ونه کړي، او په دنیا او آخرت کې یې د نورو سره د ظلم له پایلو وویروي.
څوارلسم حدیث: د شرعي علم پر زده کړه ټینګار
له معاویة بن أبی سفیان رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اوریدلي چې فرمایل یې: «چا ته چې الله تعالی د خېر اراده وکړي، هغه ته په دین کې پوهه ورکوي». بخاري او مسلم روایت کړی دی ([7]). بخاري په كتاب العلم، باب: مَن يُرِدِ اللهُ بِه خَيْراً يُفَقِّه في الدِّين کې په (71) شمیره او مسلم په كتاب الزَّكاة، باب: النَّهْي عن المَسأَلَة کې په (1037) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي امیر المؤمنین معاویه بن ابی سفیان؛ صخر بن حرب القرشي الأموي دی، له بعثت څخه پنځه کال وړاندې زیږیدلی، د فتحې په کال یې اسلام راوړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لیکوالانو څخه و، عمر - رضي الله عنه - پر شام والي وټاکه، نوموړی د نبوي هجرت په ۶۰ کال د رجب په میاشت کې وفات شوی دی. رضي الله عنه و عن أبیه.
د لغتونو معنا
لغت
معنا
يُفَقِّهْه
پوهه ورکوي
د حدیث لارښوونې
په دین کې پر نورو ټولو علومو د پوهې فضیلت .
دا چې څوک په دین کې پوهه ونه لري، یقینا چې له ډیر خېر څخه محروم شوی دی.
علم د زړونو ژوند او د بصیرت رڼا ده، او په همدې سره یو مسلمان په بصیرت سره د خپل رب عبادت کوي او په دنیا او اخرت کې یې شان لوړوي.
د نیت اخلاص د علم زده کړه عبادت ګرځوي، چې انسان ته یې اجر ورکول کیږي.
د بحث پوښتنې:
س۱ - ووایه د معاویة بن أبی سفیان رضي الله عنهما په اړه په څه پوهیږې؟
س۲ - حدیث څه ته لارښوونه کوي؟
س۳ - بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې فرمایلي: باب دی په نوبت سره د زده کړې کولو په اړه، له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: زه او یو انصاري ګاونډی مې له بني امیة بن زید څخه چې په مدینه کې د عوالي سیمه ده، موږ به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په نوبت ورتلو، یوه ورځ به هغه ورته او یوه ورځ زه، نو کومه ورځ به چې زه ورغلم د هغې ورځې معلومات به مې ورته راوړل لکه: وحی او داسې نور، او که هغه به ورغی همداسې به یې کول"([8]). د دې کیسې ګټې بیان کړئ. بخاري په كتاب العلم، باب: التَّناوب في العلم کې په (89) شمیره روایت کړی دی.
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱ - الله پاک فرمایلي: (ایا هغه څوک چې عاجزي کوونکی دی، د شپې په اوږدو کې په سجده او ولاړه له اخرت نه په ډار او د خپل رب د مهربانیو هیله من وي؟ ( او هغه سره برابر دي چې د هیڅ پروا نه ساتي) ای محمده! ووایه ایا هغه چې پوهیږي له هغو سره یو شان دي چې نه پوهیږي، خبره همدا ده چې پند یوازې د عقل څښتنان اخلي). [الزمر سورت: 9 آیت]. آیت په څه شي دلالت کوي؟
س۲- لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( مَن يُرِدِ اللهُ بِهِ ............................. )).([9]) ښوونکي ته: * د علم فضیلت بیانول او پدې اړه د ځینو آیتونو یادونه. لکه د الله تعالی دا وینا: (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) [المجادلة: 11]. (الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى) او د الله تعالی دا وینا: (شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) [آل عمران: 18]. (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت (په حق سره) مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت (په حق سره) مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى)، ابن القیم رحمه الله په خپل کتاب "مفتاح دار السعاده" کې له دې آیت څخه د علم د فضیلت په اړه لس استنباطه کړي دي، او ورپسې یې یو سل او درې پنځوس استنباطه د علم د فضیلت په اړه بیان کړي دي. * هغه د ځینو هغو لارو چارو یادونه کړې ده چې د علم په زده کړه کې مرسته کوي، لکه په مطالعه کې زیار ویستل، ازاده او ګټوره مطالعه، او په جوماتونو کې د قرآن کریم د حفظ حلقو او د علماوو درسونو ته حاضریدل او داسې نور . * له زده کړې موخه چې پر علم عمل او هغه ته بلنه ده. * د زده کړې آداب بیانول لکه: ښوونکي ته درناوی، عاجزي او غوره اخلاق. وګورئ: الآداب الشرعیة د ابن مفلح رحمه الله (2/33) او ورپسې، حلیة طالب العلم د شیخ بکر أبو زید رحمه الله.
پنځلسم حدیث: د لارې حق:
د أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( إيّاكُم والجلوسَ بالطُّرقات )) په لارو کې له ناستې ډډه وکړئ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ خو له دې ناستو او خبرو اترو پرته بله چاره نشته: نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (( إذا أَبَيْتُم إلّا المجلِسَ فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّه )) ((که په ناستې ټینګار کوې، نو لارې ته د هغې حق ورکړئ)) هغوی وویل: د لارې حق څه شی دی ای د الله رسوله! هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (( غَضّ البَصَرِ، وكَفّ الأَذَى، ورَدّ السَّلام، والأَمْر بالمعروفِ، والنَّهْي عن المنكَر )). د سترګو ساتنه، خلکو ته له ضرر رسولو ډډه کول، سلام ځوابول، په نیکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول یې حق دی. بُخارِي او مُسلِم روایت کړی دی ([10]). بخاري په كتاب الاستِئذان، باب: قَوْلِ الله تعالى:(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ ) کې په (6229) شمیره روایت کړی دی او دا الفاظ د همده دي، او مسلم په كتاب اللِّباس والزِّينَة، باب: النَّهي عن الجلوسِ فِي الطُّرقات وإعطاء الطَّرِيق حَقَّه کې په: (2121) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي سعد بن مالک بن سنان الخدري الأنصاري دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د خندق په غزا او بیعة الرضوان کې حضور درلود، لدې پرته یې په دولسو غزاګانو کې ګډون کړی دی، نوموړی له فقهاوو، مجتهدینو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د أحادیثو له ډیری روایت کوونکو څخه و او د نبوي هجرت په ۷۴ کال کې وفات شوی دی رضي الله عنه و أرضاه.
د لغتونو معنا:
لغت:
معنايې
إيّاكُم
ځان وساتئ
مَالَنا مِن مجالِسِنا بُدّ
یعنې پدې ځایونو کې مو له ناستې پرته چاره نشته.
فإذا أَبَيْتُم
که انکار کوئ.
غَضُّ البَصَرِ
سترګې هغه څه ته له کتلو ساتل چې الله حرام کړي دي.
المعروفُ
د ټولو ښېګڼو لپاره یو جامع نوم دی.
الـمُنْكَرُ
د ټولو بدیو لپاره یو جامع نوم دی.
د حدیث لارښوونې:
اسلام موخه لري چې مسلمانه ټولنه د غوره والي لوړو پوړیو ته ورسوي، نو ځکه یې د هر څه لپاره آداب ټاکلي چې باید رعایت شي.
لار د هغو زیانونو له امله د ناستې ځای نه دی چې له هغې څخه رامینځته کیږي لکه: په کنځلو، د خولې سترګو او لاسونو په اشارو د خلکو ازارول او د خلکو له حالاتو ځان خبرول او داسې نور.
که چیرته په لاره کې له کېناستلو چاره نه وي، نو ناست کس باید سلام ځواب کړي، ورک شوو ته لارښوونه وکړي، خلکو ته د نیکۍ لارښوونه وکړي، له بدۍ څخه یې وویروي، او د هغو کسانو سره مرسته وکړي چې مرستې ته اړتیا لري.
هر هغه څوک چې په عامه پارک، سړک یا داسې نورو ځایونو کې ناست وي، باید خپلې سترګې له هغه څه څخه ښکته وساتي چې الله تعالی منع کړي دي.
په وینا او یا کړنه د نورو آزارول حرام دي.
د بحث پوښتنې:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( إيّاكُم والجلوسَ بِالطُّرقات ... )). حدیث له یادو بشپړ کړئ.
س۲ - ولې اسلام د لارې لپاره حق ټاکلی دی؟
س ۳ - د لارې له حقونو څخه یو ضرر لرې کول دي، تشریح یې کړه، او خلکو ته د ضرر رسولو دوه بیلګې بیان کړه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س ۱ - ووایه د أبو سعید الخدري رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟
س۲- د لارې له حقونو څخه یې درې حقونه ووایئ؟
س ۳ - په لاندې کړنو کې سمې او ناسمې کړنې په ګوته کړئ:
د لمانځه په وخت کې په لارو کې کېناستل.
د ګاونډیانو د کور مخې ته په توپ لوبې کول.
له هغه څه نه سترګي ساتل چې الله حرام کړي دي.
س۴- لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
ادب - کور - سلام - ښېګڼه - ځانګړی - سرک.
د لارې له حقونو څخه .....................ځوابول او ..............ته لارښوونه.
په ................. کې له ملګرو سره کېناستل، په ................... کې له ودرېدلو څخه غوره دي.
په لاره کې په ................. سره تلل غوره دي لدې چې بې ځایه حرکتونه پرې وشي.
لوبې په هغو ځایونو کې کیږي چې ورته ..................... شوي وي.([11]) ښوونکې ته: * د اسلام د هر اړخیزوالي بیان چې هر حقدار ته یې خپل حق ورکړی دی، لکه د الله تعالی حقونه، د ځان، مور او پلار، اولادونو، ګاونډیانو او نورو حقونه. * دا تشریح کول چې مسلمان باید د هر ځای آداب مراعت کړي.
شپاړسم حدیث: پياوړی مؤمن له کمزوري مؤمن څخه غوره دی.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خېر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه او مه کمزوری کېږه، که چیرته درته څه -زیان- ورسیده نو داسې مه وایه چې: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي و، بلکې وایه چې: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چېرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي». مُسلِم روایت کړی ([12]) مسلم په كتاب القدر، باب: في الأَمْر بِالقوَّة وتَرْك العَجْز، والاستِعانَة باللهِ وتَفوِيض المَقادِيرِ لله کې په: (2664) شمېره روایت کړی، او ابن ماجه په المقدِّمَة، باب: في القدر کې په: (79) شمیره او بيهقي په السُّنن الكبرى کې په كتابِ آداب القاضِي، باب: فَضْل المُؤمِن القَوِيّ الذي يقومُ بِأَمْرِ النّاسِ ويَصْبِر على أَذاهُم، کې روایت کړی دی.
رواي پېژندنه:
په دولسم حدیث کې معرفي شوی دی.
د لغتونو معنا:
معنا
لغت
یعنې: په ایمان، علم، عزیمت، جسم او داسې نورو کې.
پياوړی
په دیني او دنیوي چارو کې.
په هغه څه چې ګټه درته رسوي.
توکل پرې وکړه او پناه ورته یوسه.
او په الله مرسته وغواړه
له کار څخه.
او مه کمزوری کېږه
د الله تعالی له دردوونکو تقدیرونو څخه.
او که څه درته ورسیدل
له وسوسو، او په تېرو له پښېمانتیاوو څخه.
د شیطان عمل
د حدیث لارښوونې:
اسلام مسلمان ته لارښوونه کوي چې په خپل ایمان، پوهه، اراده او بدن کې قوي اوسي.
پياوړی مومن باید خپل ځواک د الله تعالی د اطاعت او د نورو سره د مرستې لپاره وکاروي.
په مومن کې خېر دی، که څه هم کمزوری وي.
مسلمان باید د خېر د کارونو په وړاندې سست کمزوری نه وي.
مسلمان ته په هرحالت کې په کار دي چې په الله تعالی مرسته وغواړي او هغه ته په آسانه او سخته کې پناه یوسي.
په قضا او قدر ایمان درلودل او د مصیبتونو پر وړاندې صبر کول واجب دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو تېر شوي کار د پښېمانتیا له امله د ( که چېرته ) له کلمې څخه منع فرمایلې ده؛ ځکه چې د شیطان د وسوسې لپاره کیلي ده، او د الله تعالی په تقدیر ناخوښي ده.
د بحث پوښتنې:
س ۱ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا څه معنا: (( احْرِص على ما يَنْفَعُكَ، واسْتَعِن باللهِ ولا تَعْجَز ))؟
س ۲ - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( المؤمِن القَوِيّ خَيْرٌ ..... )). حدیث له یادو بشپړ کړه.
س ۳ - په قضا او قدر ایمان راوړل واجب دي، پدې څنګه پوه شوې، تشریح یې کړه؟
س ۴ - چاته چې څه ناروغي ورسي او یا یې خپلوان مړ شي نو څه کول ورته په کار دي؟
س ۵ - د حدیث دوه ګټې له حدیث څخه بیان کړه؟
د کورنۍ دندې پوښتنې:
س ۱ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا تشریح کړه (چې فرمایي): (( فإنَّ لو تَفْتَح عَمَل الشَّيطانِ )).
س ۲ - لاندې کلمې دې چې له حدیث څخه زده کړې، هره یوه یې په ګټوره جمله کې وکاروه.
مرسته، پياوړتیا، ګټور، حریص.
س ۳ - لاندې عبارتونه سم کړئ:
پياوړی مومن هغه دی چې لمانځه ته ناوخته راځي.
د مور او پلار خبره منل هغه کمزوري ده چې منع ترې راغلې ده.
مصیبتونه د الله تعالی له تقدیر څخه نه دي.
له پیاوړتیا څخه مراد یوازې د جسم پیاوړتیا ده.
س ۴ - ووایه د ابوهریرة رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟ ([13]) ښوونکې ته: * په حدیث کې ذکر شوي د ځواک ډولونه تشریح کول، کوم چې په ایمان کې داسې دي لکه څنګه چې په پوهه کې دي، او کوم چې په اراده او عزم کې داسې دي لکه څنګه چې په بدن کې دي. * د دې ځواک هدف د الله تعالی اطاعت لپاره ځان پياوړې کول دي. * دا تشریح کول چې هر څه چې پیښیږي د الله تعالی په فرمان او تقدیر سره دي. پدې اړه د شیخ عبدالرحمن بن حسن رحمه الله لخوا لیکل شوی، فتح المجید، د توحید د کتاب شرحې ته مراجعه وکړئ.
اوولسم حدیث: د اجازې غوښتلو آداب
له ابو موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اجازه غوښتل درې ځلې دي، نو که اجازه درکړل شوه (ښه ده) کنه نو وګرځه». بُخارِي او مُسلِم روایت کړی دی ([14]). مسلِم په كتاب الآداب، باب: الاستِئْذان کې په: (2154) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، او بخارِي په نورو الفاظو سره په كتاب الاستِئذان، باب: التَّسلِيم والاستِئْذان ثَلاثاً کې په (6245) شمیره روایت کړی دی.
راوي پېژندل:
په یوولسم حدیث کې معرفي شوی دی.
د لغتونو معنا:
لغت:
معنا
الاستِئْذانُ
د ننوتلو لپاره اجازه غوښتل
ثلاث
درې ځلې
د حدیث لارښوونې:
اجازه غوښتل آداب لري چې یو مسلمان یې باید په خپل ورځني ژوند کې رعایت کړي.
د اجازې غوښتلو له ادابو څخه درې ځلې دروازه ټکول دي، چې د هر ځل ټکولو پسې باید یو څه وخت تېر شي؛ تر څو د (کور خاوند ته) د ځواب ورکولو لپاره فرصت ورکړل شي، له دریو ځلو زیات ټکول هم باک نه لري که چېرته یې ګومان دا و چې کیدی شي د کور خاوند د دروازې ټکول اوریدلي نه وي.
که چېرته اجازه ورکړل شوه ( نو ښه ده ) کنه بیرته دې لاړ شي، لدې پرته چې خلک تنګ کړي.
اجازه په دروازې ټکولو سره غوښتل کیږي، تر څو یې د کور خاوند دننه واوري، او تنګول به نه کوي، چې په موټر هارن ووهي یا تېزې چغي ووهي، یا د کور په زنګ د اوږد وخت لپاره ګوته زور ونیسي.
کور، ټولګي، یا شخصي ځایونو ته د ننوتلو لپاره اجازه غوښتل کیږي.
مسلمان د چا ځانګړې کوټې ته نه ننوځي، مګر له اجازې غوښتلو وروسته.
د بحث پوښتنې:
س ۱ - الله تعالی فرمایلي: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ. نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړل شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا ستاسو لپاره ډېر پاكیزه دی او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه عالم دى). [النُّور سورت: 27 -28 ایتونه]، له دواړو آیتونو څخه د اجازې غوښتلو آداب راوباسئ. د تستأنسوا معنا ده: چې اجازه وغواړئ.
س ۲ - له اجازې غوښتلو څخه مراد څه شی دی؟ او څنګه کیږي؟
س ۳ - له حدیث څخه دوه فایدې راوباسه؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س۱- که چاته د ننوتلو اجازه ونه شي نو څه باید وکړي؟
س۲-په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ:
د دروازې له سوري څخه کتل روا دي ( ).
له درې ځلو زیات دروازه ټکول باک نه لري که چیرته یې د کور خاوند وانه وري ( ) .
س ۳ - اجاز غوښتل د څه لپاره روا شوي دي؟
س۳ - ووایه چې د ابو موسی الأشعري رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږې؟ ([16]) ښوونکي ته: * د زده کوونکو په روان کې عمومي آدابو ته ځای ورکول لکه: د اجازې غوښتلو آداب. * دا تشریح کول چې اسلام د اجازې په غوښتلو سره په کورونو کې د شرمګاوو پر ساتلو ټېنګار کوي. * د دې وضاحت چې اجازه غوښتل ډیری آداب لري لکه: - په نرمۍ سره دروازه ټکول. - څوک چې اجازه غواړي باید د دروازې د پرانیستلو پر مهال مخامخ ونه دریږي بلکې ښي یا کیڼ اړخ ته دې ودریږي. - که وویل شي چې په دروازه کې څوک دی، نو ووایه: چې فلانی د فلاني زوی، او داسې مه وایه چې: ((زه))؛ ځکه چې د دې اطلاق په هر چا کیږي، د جابر رضی الله عنه په روایت کې راځي چې هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دروازه وټکوله نو هغه وویل: (څوک دی) نو ما وویل: زه، هغه وفرمایل:"زه، زه " لکه چې د دې الفاظو یې بد راغلل.
اتلسم حدیث: د ایمان خواږه
انس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: «درې شيان داسې دي چې په چا کې وي هغه به د ايمان خواږه ومومي: دا چې الله او رسول یې ورته تر ټولو محبوب وي، او له چا سره چې مينه کوي يوازې د الله لپاره يې وکړي، او دا چې له کفر نه الله ژغورلی، نو بیرته ورګرځیدل داسې بد وګڼي لکه څنګه چې په اور کې غورځیدل بد ګڼي». بُخارِي او مُسلِم روایت کړی دی ([17]). بخاري په كتاب الإيمان، باب: حَلاوَة الإيمان کې په: (16) شمیره روایت کړی، او مسلم په كتاب الإيمان، باب: بَيان خِصالٍ مَن اتَّصَف بِهِنّ وَجَدَ حَلاوَةَ الإيمان کې په: (43) شمیره روایت کړی، او الفاظ د همده دي.
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي أبو حمزه أنس بن مالک الأنصاري الخزرجي - رضي الله عنه - دی، مور یې ام سُلیم په لس کلنۍ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورووست او ورته یې وویل: ای د الله رسوله! دا انس هلک به ستا خدمت کوي، هغه ترې قبول کړ، دعا یې ورته وکړه او ویې ویل: «ای الله مال او اولاد یې زیات کړه او جنت ته یې داخل کړه».([18])، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ډیری حدیثونو روایت کوونکی او وروستی هغه صحابي دی چې په بصره کې د نبوي هجرت په درې نویم کال وفات شوی دی، رضي الله عنه و أرضاه. أنس رضي الله عنه فرمایلي دي: «ما د خپلو اولادونو له اولادې پرته چې زما له شا دي، ۱۲۵ ښخ کړي دي (یعنې زما مخکې مړه شوي دي) او زما ځمکې په کال کې دوه ځلې میوه نیوله (دوه فصلونه یې کول)» وګورئ: الإصابَة لابن حجر (1/72).
د لغتونو معنا:
لغت
معنا
ثَلاث
درې خویونه او صفتونه.
حَلاوَة الإيمانِ
د ایمان خواږه، چې دا په زړه کې ډاډ، د روح تسکین او د اطاعت د اعمالو له ترسره کولو سره مینه ده.
لا يحبُّه إلّا لله
مینه ورسره نه کوي (مګر د الله لپاره).
د حدیث لارښوونې:
ایمان یو خوند لري چې یوازې هغه کسان یې څکلی شي چې د ریښتینو مومنانو صفات پکې وي.
د مومن یوه ځانګړنه دا ده چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه د ټولو مخلوقاتو، حتی د مور او پلار، اولاد او ځان سره له مینې کولو پورته ګڼي.
څوک چې د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه لري نو د اوامرو په پر ځای کولو سره یې اطاعت کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي.
د مسلمان له صفاتو څخه د الله تعالی لپاره د خپل مسلمان ورور سره مینه کول دي، او نښه یې دا ده چې: خپل ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي.
پر مسلمان واجب دي چې کفر داسې بد وګڼي لکه څنګه چې بد ګڼي په اور کې وغورځول شي.
د بحث پوښتنې:
س۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( ثَلاثٌ مَن كُنَّ فيه وَجَد ............ )). حدیث له یادو بشپړ کړئ.
س۲- د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره د انسان د مینې دلیل وښیه؟
س۴- هغه نښه وښیه چې له مخې یې تاسو د خپل مسلمان ورور سره مینه کول پېژنئ؟
د کورنۍ دندې پوښتنې:
س۱- په چا کې چې دا درې خویونه پېدا شي څه حس ورته پیدا کیږي؟
س2- الله تعالی د خپل پېغمبر او د هغه د صحابه کرامو په صفت کې په سورة الحشر کې فرمایلي: (او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خپلو ځانونو (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي). [الحَشر سورت: 9 ایت].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صفات ذکر کړئ چې په تېر آیت کې ذکر شوي دي؟.
س۳- د کفر او کافرانو په وړاندې باید څه وکړې؟
س۴- ووایئ د أنس بن مالک رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږئ ([19]). ښوونکي ته: الله تعالی فرمایلي: (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ) [آل عمران: 31]. (اى نبي!) ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. ښوونکي ته په کار دي: * د هغه څه د پيروۍ معنی تشریح کړي چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له خوا راغلي او ټینګار پرې وکړي. * د الله تعالی لپاره د محبت د فضیلت بیان او په دنیا او آخرت کې یې اغېزې پېژندل.
نولسم حدیث: پر خلکو ترحم
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی پرې رحم نه کوي».([20]). مسلم او ترمذی روایت کړی دی. بخاري په كتاب الأدب، باب: رَحْمَةُ النّاسِ والبَهائِم کې په: (6013) شمیره روایت کړی، او مسلم په كتاب الفَضائل، باب: رَحْمَته صلَّى الله عليه وسلم الصِّبْيان والعِيال وتَواضعه وفَضْل ذلك کې په: (2319) شمیره روایت کړی او الفاظ د همده دي، او ترمذي په كتاب البِرّ والصِّلَة، باب: ما جاء في رَحْمَة المُسلِمِين کې په: (1922) شمیره روایت کړی او أبو عِيسى ترمِذي ویلي: «دا حدیث صحیح دی».
راوي پېژندنه:
هغه جلیل القدر صحابي جریر بن عبد الله البجلي رضي الله عنه دی، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته یې په جګړو کې ګډون کړی دی، د قادسې د جګړې په فتح کې یې لوی اغیز درلود، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډیری حدیثونه روایت کړي دي، جریر وایي: له كومې ورځې چې مسلمان شوی یم رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړی نه یم، او هیڅکله راسره مخ شوی نه دی مګر دا چې مسکا یې کړې ده، نوموړی د نبوي هجرت په ۵۱ کال وفات شوی دی، رضي الله عنه.
د حدیث لارښوونې:
پر خلکو د یو مسلمان ترحم د الله تعالی د رحمت لامل ګرځي.
پر خلکو ترحم د ریښتینو مومنانو له صفتونو څخه دی.
خلکو ته درناوی ساتل، ورسره مرسته کول او پرې مهربانه کېدل، یتیم پالنه دا ټول پر هغوی د ترحم نمونې دي.
له خدمتګارانو، موټر چلوونکو او کاریګرو سره نیک چلند او هغوی نه ازارول پر هغوی د مهربانۍ نمونې دي.
څوک چې بې رحمه، خوشک او سخت زړی وي هغه پر خلکو ترحم نه کوي.
د بحث پوښتنې:
س۱- د مؤمنانو ځینې صفتونه وښیه چې الله تعالی یې خوښوي؟
س۲- د هغه چا پایله به څه وي چې پر خلکو ترحم کوي؟
س۳- یوه کیسه وکړئ چې د ترحم څرګندونه کوي؟
د کورنۍ دندې سوالونه:
س ۱ - الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي: (نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وې (،نو) خامخا به دوى ستا له خواوشا نه خواره شوي وو، نو دوى ته بښنه كوه، او بخښنه ورته غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه). آیت. [آل عمران سورت: ایت 159].
هغه کوم خویونه دي چې الله تعالی ترې په دې آیت کې ویرول کړي دي؟
س۲: لاندې عبارتونه تصحیح کړئ:
د خلکو ځورول د الله تعالی د رحمت لامل ګرځي.
سختي (د زړه سختوالی) د مومنانو له صفتونو څخه یو صفت دی.
د مور او پلار سره سخت چلند له هغوی سره نیکي ده.
س۳- د معیوبینو پر وړاندې باید څه وکړې؟
س ۴ - ووایه د جریر بن عبد الله البجلي په اړه په څه پوهېږې؟ ([21]). ښوونکي ته: *رحمت هر هغه څه ته شاملیږي چې ترحم پرې واجب دی له مخلوقاتو څخه، ښه به وي چې دلته د ترحم د ځینو بېلګو او شواهدو یادونه وشي. وګورئ: صحيح البخاري، كتاب الأدب، باب: رَحْمَة الوَلَد وتَقْبِيله ومُعانَقَته، د باب شمیره ده (18)، او باب: رَحْمَة النّاس والبَهائِم، د باب شمیره ده: (27).
شلم حدیث: مسلمان ورور سره د مسلمان مینه
له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «په تاسو کې هیڅوک (پوره) مومن کیدلی نه شي؛ تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي». بُخارِي او مُسلِم روایت کړی ([22]). بخاري په كتاب الإيمان، باب: مِن الإيمان أن يُحِبَّ لأخِيهِ ما يُحِبّ لِنَفْسِه، کې په (13) شمیره، او مسلم په كتاب الإيمان، باب: الدَّليِل على أنَّ مِن خِصال الإيمان أن يُحِبّ لأخِيهِ المُسلِم ما يُحِبُّه لِنَفْسِه مِن الخَيْرِ، کې په (45) شمیره روایت کړی دی.
رواي پېژندنه:
په اتلسم حدیث کې یې پېژندنه شوې ده.
د حدیث لارښوونې:
محبت کول د ریښتینو مومنانو له صفاتو څخه دي.
د بشپړ ایمان له نښانو څخه یوه دا ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي، او هغه څه ورته بد وګڼي چې د ځان لپاره یې بد ګڼي.
حسد، کینه او بغض هغه ناروغۍ دي چې ایمان کموي.
د مسلمان ورور سره د محبت کولو یوه نښه دا ده چې غلطي یې اصلاح کړې، ښېګڼې ته بلنه ورکړې او د ظلم کولو څخه یې لاسنیوی وکړې.
یو مسلمان باید له هر هغه څه څخه ډډه وکړي چې مینه یې اغیزمنوي، لکه خود غرضي ([23]) او نور. انانیت دې ته وایي چې: له نورو پرته هر څه یوازې د ځان لپاره خوښوې.
د بحث پوښتنې:
س۱- مینه او کرکه دوه متضادې کلمې دي، تر منځه یې ځینې توپیرونه وښیئ.
س۲- د مسلمان ورور سره دې د محبت کولو نښه څه ده؟
س۳- هغه څه چې د ایمان په کمښت دلالت کوي هغه: د مسلمان ورور سره کینه کول دي، تشریح یې کړه؟.
د کورنۍ دندې پوښتنې:
س1- رسولُ اللهِ صلَّى الله عليه وسلَّم فرمایلي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهم اللهُ في ظِلِّه يَوْمَ لا ظِلَّ إلّا ظِلّه ....... » «اووه کسان دي چې الله تعالی به په هغه ورځ د خپل سیوري لاندې ځای ورکړي چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي» او له دوی څخه یې دوه کسان یاد کړل چې ....... «رَجُلان تحابّا في اللهِ، اجْتَمَعا عليه وافْتَرَقا عليه». «دوه هغه کسان دي چې د الله لپاره یې سره مینه کړې ده، پر همدې سره یو ځای شوي او پر همدې سره جلا شوي دي». مُتَّفَق عليه ([24]). بخاري په كتاب الآذان، باب: مَن جَلَس فِي المَسْجِد يَنْتَظِر الصَّلاةَ وفَضْل المَساجِد، کې په: (660) شمیره روایت کړی، او مسلِم په: كتاب الزكاة، باب: فَضْل إخفاء الصَّدَقَة کې په: (1031) شمیره روایت کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دوو کسانو لپاره څه بدله ښودلې ده چې د الله لپاره سره مینه کوي؟
س۲- د مینې لاملونه څه دي؟
س۳- لاندې کلمې په ګټورو جملو کې د هغه څه پر بنسټ وکاروئ چې تاسو له حدیث څخه زده کړي دي:
ورک شوي ته لارښوونه، کینه، د اړمن سره مرسته، د مور او پلار سره مینه، ښوونکی.
س۴- ووایئ د أنس بن مالک رضي الله عنه په اړه په څه پوهیږئ؟ ([25]). ښوونکي ته: * محترم ښوونکي ته - چې د لوستونو د پای ته رسولو په درشل کې دی - په کار دي چې د زړونو پر پاکوالي او د زده کوونکو ترمنځه په خپلمنځي محبت ټینګار وکړي او له بدو صفتونو څخه یې وویروي لکه: کرکه، کینه، بغض او داسې نور. * ښه به وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو د ځینو صفتونو یادونه وکړي، په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پر مهال، کله چې هغه د مهاجرینو او انصارو تر منځ ورورګلوي اعلان کړه، تر دې چې خپلو کې یې خپل کورونه یو تر بل ځار کړل.
فهرست
یوولسم حدیث: د ملګرې اغېز
دولسم حدیث: د مور او پلار له حقونو څخه
دیارلسم حدیث: د لاس او ژبې ساتنه
څوارلسم حدیث: په شرعي زده کړه ټینګار
پنځلسم حدیث: د لارې حق
شپاړسم حدیث: پیاوړی مؤمن له کمزوري څخه غوره دی
اوولسم حدیث: د اجازې غوښتلو له آدابو څخه
اتلسم حدیث: د ایمان خواږه
نولسم حدیث: پر خلکو ترحم
شلم حدیث: د مسلمان له خپل مسلمان ورور سره مینه.
Related books
All books
المناهج التعليمية - الصف الأول
المناهج التعليمية - الصف الثاني
المناهج التعليمية - الصف الثالث
المناهج التعليمية - الصف الرابع