د اسلامي عقیدې لنډیز
دا کتاب د ايمان هغه بنسټونه تشريح کوي چې په الله تعالی، د هغه پر ملاېکو، کتابونو، پېغمبرانو، د آخرت پر ورځ او پر تقدیر ايمان راوړل پکې شامل کړي، او هغه اساسي اصول وړاندې کوي چې پر مسلمان لازم دي چې عقيده پرې ولري او له مخې يې عمل وکړي، او د اسلامي عقيدې د ژورې پوهې له لارې له الله تعالی سره د اړيکې پر پياوړتيا ټينګار کوي.
This PDF is generated automatically from the book's text; its layout may differ from the printed edition.
د اسلامي عقیدې لنډه پيژندنه
د فضیلة الشیخ علامة
محمّد بن صالحٍ العثيمين په قلم
الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي.
بسم الله الرحمن الرحيم
سریزه
إنّ الحمد لله نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيّئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضلّ له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلّا الله وحده لا شريك له، وأشهد أنّ محمّدًا عبده ورسوله، صلّى الله عليه، وعلى آله، وأصحابه، ومن تبعهم بإحسانٍ، وسلّم تسليمًا.
أما بعد: يقيناً د توحيد علم تر ټولو غوره او لوړ علم دی، او زده کړه يې په ټولو مسلمانانو واجب او لازمه ده؛ ځکه چې دا په الله -تعالی-، د هغه په نومونو، صفتونو او پر بندګانو یې د هغه د حقونو علم دی او ځکه چې دا -علم- د الله لورې ته د ورتګ د لارې کیلي او د شریعت بنسټ دی.
لدې امله: ټولو رسولانو دې ته بلنه ورکړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيۡهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدُونِ 25﴾ (او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ). [الأنبياء سورت: ۲۵ آیت].
او الله جل جلاله د خپل ذات په وحدانیت شاهدي ورکړې او د هغه ملاېکو او د علم خاوندانو - ټولو شاهدې ورکړې، الله تعالی فرمايي: ﴿شَهِدَ ٱللَّهُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَأُوْلُواْ ٱلۡعِلۡمِ قَآئِمَۢا بِٱلۡقِسۡطِۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ 18﴾ (الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او ملايکې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته) [آل عمران سورت: ۱۸ آیت].
کله چې دا د توحيد مرتبه ده نو په هر مسلمان فرض دي چې د زده کړې، تدريس، تفکر او عقيدې په برخه کې ورته پاملرنه وکړي؛ تر څو خپل دین په یو سالم اساس سره بنا کړي، او په ثمرې او پایلو لاسته راوړلو یې خوشحاله شي.
الله - تعالی - توفیق ورکوونکی دی.
لېکوونکی
اسلامي دین
اسلامي دین: هغه دین دی چې الله پرې محمد - صلی الله علیه وسلم - رالیږلی او ټول دینونه یې پرې پای ته رسولې، او بنده ګانو ته یې بشپړ کړی، او پدې سره یې پرې خپل نعمت تمام کړی، او دا یې د دوی لپاره دین خوښ کړی، نو لدې پرته له هیچا څخه بل دین نه منل کیږي. الله تعالی فرمایلي دي: ﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا 40﴾ (محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله په هر شي علم لرونكى دى). [الأحزاب سورت: آیت ۴۰].
او الله - تعالی - فرمایلي - دي: ﴿...ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ...﴾ (نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...). [المائدة سورت:۳ آیت].
او الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُ...﴾ (بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى...) [آل عمران سورت: آیت ۱۹].
او الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ 85﴾ (او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي). [آل عمران سورت: ۸۵آیت].
الله تعالی په ټولو خلکو فرض کړي چې په دې دین سره د الله تعالی بندګي وکړي، هغه خپل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په امر کولو سره ویلي دي: ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡ جَمِيعًا ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِيِّ ٱلۡأُمِّيِّ ٱلَّذِي يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ 158﴾ (ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم چې داسمانونو او ځمكې باچاهي خاص هغه لره ده، له هغه پرته (په حق سره) بل معبود نشته هماغه ژوندي كوي او مړه كوي نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ چې په الله او ټولو خبرو يې ايمان لري او متابعت يې وكړئ چې سمه لار ومومئ). [الأعراف سورت: ۱۵۸آیت].
او په صحیح مسلم کې أبو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه هر یهودي یا نصراني چې زما په اړه واوري، بیا پداسې حال کې مړ شي چې زما په رسالت یې ایمان نه وي راوړی، مګر دا چې له دوزخیانو څخه به وي»[۱]. [1] مسلم: كتاب الإيمان، باب وجوب الإيمان برسالة نبينا محمد صلى الله عليه وسلم إلى جميع الناس ونسخ الملل بملته، شمېره (153) کې نقل کړی.
او پر هغه ایمان: یعنې د هغه څه رښتیا ګڼل او غاړه ورته ايښودل چې هغه ورسره راغلی دی، یوازې رښتیا ګڼل نه، ځکه ابو طالب په پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ایمان راوړونکو څخه ندی، سره لدې چې هغه څه یې رښتیا ګڼلي و چې هغه ورسره راغلی و، او پدې یې ګواهي هم ورکړې وه چې - د پیغمبر دین - له ټولو ادیانو غوره دین دی.
او اسلامي دین: ټولې هغې ښیګڼې د ځان سره لري کومې چې پخوانیو دینونو درلودې، بلکه سربیره پر هغې نورې ځانګړتیاوې هم لري، دا چې د هر وخت، ځای او هر امت لپاره مناسب دی، الله تعالی خپل پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته د هغه په مخاطب ګرځولو سره فرمایي: ﴿وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمُهَيۡمِنًا عَلَيۡهِ...﴾ (او تا ته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى...) [المائدة سورت: ۴۸آیت].
او د هر وخت، ځای او ملت لپاره د اعتبار وړ معنی دا ده: چې په هغه باندې ټینګ پاتې کیدل په هیڅ وخت او ځای کې د ملت له ګټو سره په ټکر کې نه دي، بلکې دا د هغوی د ښېګڼې لپاره دی، او د دې معنی دا نه ده چې هغه د هر وخت، ځای او امت تابع وي، لکه څرنګه یې چې ځینې خلک غواړي.
او اسلامي دین: هغه دین دی چې الله تعالی پرې د هغه چا د مرستې ضمانت کړی دی چې څوک پرې په حقه سره منګولې ولګوي، او په نورو به بری ورکوي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ 9﴾ (دى هماغه ذات دى چې خپل رسول یې له هدايت او حق دين سره دې لپاره راولېږلو چې پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي، كه څه هم مشركانو ته بد وبريښي). [الصف سورت:۹ آیت].
او الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَيَسۡتَخۡلِفَنَّهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ كَمَا ٱسۡتَخۡلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمۡ دِينَهُمُ ٱلَّذِي ٱرۡتَضَىٰ لَهُمۡ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّنۢ بَعۡدِ خَوۡفِهِمۡ أَمۡنٗاۚ يَعۡبُدُونَنِي لَا يُشۡرِكُونَ بِي شَيۡـٔٗاۚ وَمَن كَفَرَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ 55﴾(له تاسې چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله ژمنه ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له هغوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې هغوى ته يې خوښ كړى او له وېرې وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازې زما عبادت به کوي، هيڅ شى به راسره نه شريكوي او له هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي). [النور سورت:۵۵ آیت].
او اسلامي دین: عقیده او شریعت (قانون) بشپړ دین دی په عقیده او شریعت دواړو کې:
۱ـ د الله تعالی په یووالي امر او له شرک څخه منع کول کوي.
۲ـ په رښتیا امر او له دروغو څخه منع کول کوي.
۳ـ په عدالت سره امر او له ظلم څخه منع کول کوي، او عدل د همجنسو شیانو تر منځ برابروالی او د یو له بل څخه د مختلفو شیانو تر منځ توپیر کول دي، او مطلقه برابري عدل ندی لکه څرنګه چې ځینې خلک کله وایي: د اسلام دین د برابرۍ دین دی، او دا خبره مطلقه کوي، ځکه یو له بل سره د توپیر لرونکو شیانو تر منځ برابروالی بې عدالتي ده چې دا شی په اسلام کې نشته، او نه یې تر سره کوونکی ستایل کیږي.
۴ـ په امانت امر او له خیانت څخه منع کول کوي.
۵ـ په وفا امر او له خیانت او دوکي څخه منع کوي.
۶ـ د مور او پلار سره په نیکۍ امر او دوی سره له بدۍ کولو منع کوي.
۷ـ په صله رحمۍ امر کوي، چې خپلوان دي، او ورسره له پرې کولو منع کوي.
۸ـ په ښه ګاونډیتوب امر کوي، او له بدې -رویې- څخه منع کوي.
او په عامه توګه: اسلام په هر غوره خوی باندي امر کوي او له هر سپک خوی څخه منع کوي، په هر نیک عمل امر کوي، او له هر بد عمل څخه منع کوي.
الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُ بِٱلۡعَدۡلِ وَٱلۡإِحۡسَٰنِ وَإِيتَآيِٕ ذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَيَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِ وَٱلۡبَغۡيِۚ يَعِظُكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ 90﴾ (يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ). [النحل سورت:۹۰ آیت].
د اسلام بناوې
د اسلام بنسټونه: هغه بنیادونه چې اسلام ورباندې ولاړ دی، هغه پنځه دي. په هغه روایت کې ذکر شوې چې ابن عمر -رضي الله عنهما- له پیغمبر -صلى الله عليه وسلم- څخه روایت کړی، چې فرمایلي یې دي: «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: پر دې چې الله یو وګڼل شي - او په بل روایت کې په پنځو -: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته، او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، لمونځ قایمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نیول، او حج کول» یوه سړي وویل: حج، او د رمضان روژه؟ ویې ویل: «نه، د رمضان روژه، او حج» ما همداسې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا اورېدلي دي[2]. [2] بخاري په کتاب الإيمان کې په (8) شمیره، او مسلم په کتاب الإيمان، باب قول النبي صلى الله عليه وسلم بني الإسلام على خمس کې په (16) شمیره روایت کړی دی.
۱- اما دا ګواهي ورکول چې له الله پرته د عبادت وړ ذات بل نشته، او دا چې محمد ـ صلی الله علیه و سلم ـ د هغه بنده او رسول دی، نو دا هغه: کلکه عقیده ده چې په ژبې سره دا ګواهي کول ترې تعبیر کوي، لکه دې چې په خپل ټینګار سره د دې لیدونکی وي، او دا ګواهي لدې امله یو مستقل رکن ګرځیدلی سره لدې چې ګواهي ورکوونکي پرې زیات دي:
یا خو لدې امله چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی له طرفه رسوونکی دی، نو د هغه لپاره په بندګۍ او پیغمبرۍ ګواهي ورکول دا ګواهي بشپړوي چې له الله پرته د عبادت وړ ذات بل نشته مګر هماغه الله دی.
او یا دا چې: دا دواړه ګواهیانې د عملونو د صحت او قبلیدو لپاره اساس دی، ځکه هیڅ عمل نه صحیح کیږي او نه قبلیږي، مګر الله تعالی ته په اخلاص او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ باندې.
نو الله تعالی ته په اخلاص سره د دې ګواهۍ حقیقت څرګندېږي چې: نشته لایق د عبادت په حقه سره مګر الله تعالی دی، او د پېغمبر په پېروۍ سره د دې ګواهۍ حقیقت څرګندېږي چې: بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی بنده او رسول دی.
او ددې لویې ګواهۍ له ثمرو څخه دا دي: د زړه او نفس خلاصون د بنده له غلامۍ نه، او له پیغمبرانو پرته د بل چا له پیروۍ څخه.
۲ـ او د لمانځه ودرول: الله تعالی ته بندګي کول دي له بشپړتیا، استقامت، او په خپل وخت کې په ښه شان اداء کولو سره.
او له ګټو څخه یې: د سینې پراخېدل، د سترګو یخوالی، او له بې حیایي او منکراتو څخه منع کېدل دي.
۳ـ او د زکات ورکول: د الله تعالی بندګي کول دي د ټاکلي مال په ورکولو سره په هغه مال کې چې حق زکات پکې کیږي.
او له ګټو یې: له ناوړه خوی (بخل) څخه د نفس پاکوالی، او د مسلمانانو د حاجت پوره کول دي.
۴ـ او روژه: د رمضان په میاشت کې د ورځې لخوا له روژه ماتوونکو شیانو څخه په لاس نیولو سره د الله تعالی بندګي کول دي.
او له ګټو څخه ئې: نفس ته د خوښو شیانو په پرېښودلو سره د نفس روزل دي د الله د رضا د لاسته راوړلو لپاره.
۵ـ او د بیت الله حج: د حج د شعائرو د پر ځای کولو لپاره بیت الحرام ته په تللو سره د الله تعالی بندګي کول دي.
له ګټو یې : د الله په لار کې د نفسي او مالي هڅو په ترسره کولو سره د نفس روزنه ده، لدې امله حج د الله په لار کې یو ډول جهاد دی.
د دې بناوو دا ګټې چې مونږ یې یادونه وکړه او یا مو ورڅخه یادونه نده کړې؛ له اسلامي امت څخه یو پاک سوچه امت جوړوي، چې په حق دین سره د الله بندګي کوي، او د مخلوقاتو سره په عدالت او ریښتولۍ تعامل کوي؛ ځکه لدې پرته د دین نور پاتې شعائر د دې بناوو په اصلاح سره سمیږي، او د اسلامي امت چارې د دین په اصلاح سره سمیږي، او په هغه اندازه سمونتیا له لاسه ورکوي په څومره اندازه یې چې د دیني چارو سمونتیا له لاسه ورکړي وي.
او که څوک پدې اړه د وضاحت غوښتل غواړي نو د الله تعالی دا قول دي ولولي: ﴿وَلَوۡ أَنَّ أَهۡلَ ٱلۡقُرَىٰٓ ءَامَنُواْ وَٱتَّقَوۡاْ لَفَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَرَكَٰتٖ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذۡنَٰهُم بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ 96 (او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كاوه. أَفَأَمِنَ أَهۡلُ ٱلۡقُرَىٰٓ أَن يَأۡتِيَهُم بَأۡسُنَا بَيَٰتٗا وَهُمۡ نَآئِمُونَ 97 آيا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟ يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبي كوي. أَفَأَمِنُواْ مَكۡرَ ٱللَّهِۚ فَلَا يَأۡمَنُ مَكۡرَ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ 99﴾ آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي). [الأعراف سورت :۹۶-۹۹ آیتونه].
د مخکنیو خلکو تاریخ ته دې کتنه وشي، ځکه تاریخ د عقل د خاوندانو لپاره عبرت دی، او د هغه چا لپاره بصیرت دی چې په زړه یې پرده نه وي غوړیدلي، او الله تعالی مرسته کوونکی دی.
د اسلامي عقیدې بنسټونه
اسلامي دين: - لکه وړاندې مو چې روښانه کړ - هم عقیده او هم شریعت، او د اسلامي دین له شعائرو څخه مو یو څه ته اشاره وکړه، او هغه رکنونه مو ذکر کړل چې د قوانینو لپاره یې بنسټ ګڼل کیږي.
او هر چې اسلامي عقیده ده: نو بنسټونه یې: په الله تعالی، په ملائکو، په کتابونو، په رسولانو، د اخرت په ورځ، د خېر او شر په اندازه ایمان لرل دي.
او پدې بنسټونو باندې د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - سنت دلالت کوي.
د الله تعالی په کتاب کې؛ الله تعالی فرمایي: ﴿لَّيۡسَ ٱلۡبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ قِبَلَ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلۡكِتَٰبِ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ...﴾ (یوازې دا کار) نيكي نه ده چې تاسې خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لور ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او ملائکو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي...) [البقرة سورت:۱۷۷ آیت]. او د تقدیر په اړه فرمایي: (بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړی. وَمَآ أَمۡرُنَآ إِلَّا وَٰحِدَةٞ كَلَمۡحِۭ بِٱلۡبَصَرِ 50﴾ او زموږ امر پرته له يو وار بل شان نه دى، لكه د ستر ګو رپ) [القمر سورت:۴۹-۵۰ آیت].
او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنت کې؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم جبریل علیه السلام ته په جواب کې وایې کله یې چې ورڅخه د ایمان په اړه پوښتنه وکړه: «ایمان - دې ته وایې - چې ایمان ولرې په الله، په ملایکو، په کتابونو، په رسولانو، د آخرت په ورځ، او ایمان ولرې په تقدیر؛ خیر او شر یې»[۲]. [۳] مسلم په كتاب الإيمان کې په (8) شمېره، او ابو داود په كتاب السنة، باب في القدر، کې په (4695) شمېره روایت کړی دی.
په الله تعالی ایمان
او په الله تعالی ایمان څلورو شیانو ته شاملیږي:
لومړی حکم: د الله - تعالی - په شتون ایمان:
د الله تعالی په شتون باندې: فطرت، عقل، شریعت او حس دلالات کوي.
۱-د الله پاک په شتون باندې فطري دلیل: هر مخلوق په فطرتي توګه په خپل خالق ایمان لرونکی پيدا شوی، پرته له مخکني فکر او زده کړې څخه. او لدې فطرت څخه نه اوړي مګر هغه څوک چې زړه ته یې یو څه راشي او هغه یې ورڅخه واړوي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: «هر ماشوم په فطرت سره -مسلمان- زیږیږي، خو مور او پلار يې هغه یهودي کوي، یا یې نصراني کوي او یا یې مجوسي کوي»[4]. [۴] بخاري په كتاب الجنائز، باب إذا أسلم الصبي فمات هل يصلى عليه، وهل يعرض على الصبي الإسلام (1292)، او مسلم په كتاب القدر، باب معنى كل مولود يولد على الفطرة، وحكم موت أطفال الكفار وأطفال المسلمين، کې په (2658) شمېره نقل کړی دی.
۲ - او د الله - تعالی - په شتون باندې عقلي دلیل: ځکه چې دا مخلوقات: مخکني او وروستني، باید یو پیدا کوونکی ولري چې دوی یې پیدا کړي وي، ځکه شوني نده چې خپل ځان دې په خپله پیدا کړي، او دا هم شوني نده چې په ناڅاپي توګه رامنځته شي.
شوني نده چې خپل ځان دې خپله پیدا کړي؛ ځکه یو شی ځان خپله نشي پیدا کولای؛ ځکه چې له شتون نه وړاندې هغه نشت (معدوم) و، نو څنګه کیدلی شي چې هغه پيدا کوونکی شي؟!
او دا هم شوني نده چې ناڅاپه دې خپله پيدا شي، ځکه د هرې پیښي تر شا باید یو ترسره کوونکی وي، او ځکه چې شتون یې پدې بی نظیره نظام، همغږۍ او تنظیم، د اسبابو او لاملونو تر منځ نه بیلیدونکي اړیکه او د کائناتو خپلمنځي اړیکه - دا ټول - د دې خبرې کلک مخنیوی کوي چې دا هر څه دي په خپله په تصادفي توګه رامنځته شوي وي؛ ځکه تصادفي شتون په خپل وجود کې اصلا په هیڅ نظام ندی، نو څنګه کیدی شي چې خپله بقا او پرمختګ دې تنظیم کړی شي؟!
کله چې دا ټول مخلوقات ځان په خپله نه شي پیدا کولای، او نه په ناڅاپي توګه رامنځته کیدی شي، نو مالومه شوه چې باید یو پيدا کوونکی ولري چې هغه رب العالمین دی.
او الله تعالی دا عقلي دلیل او پریکنده برهان د الطور په سورت کې یاد کړی دی؛ چې فرمایي: ﴿أَمۡ خُلِقُواْ مِنۡ غَيۡرِ شَيۡءٍ أَمۡ هُمُ ٱلۡخَٰلِقُونَ 35﴾ (آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟ [الطورسورت :۳۵ آیت]. یعنې دوی له خالق پرته ندي پیدا شوي، او نه دوی خپل ځانونه په خپله پیدا کړي دي، نو دا څرګنده شوه چې پیدا کوونکی یې الله تبارک و تعالی دی. لدې امله کله چې جبير بن مطعم - رضي الله عنه -رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غوږ نیولی و چې د الطور سورت یې لوسته او دې آیتونو ته ورسیده: ﴿أَمۡ خُلِقُواْ مِنۡ غَيۡرِ شَيۡءٍ أَمۡ هُمُ ٱلۡخَٰلِقُونَ 35 (آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟ أَمۡ خَلَقُواْ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ 36 كه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي. أَمۡ عِندَهُمۡ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمۡ هُمُ ٱلۡمُصَۜيۡطِرُونَ 37﴾ كه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟) [الطورت سورت :۳۵-۳۷ آیتونه].
او جبیر دا مهال مشرک و، وایي: «نږدې و چې زړه مې والوځي، او دا لومړی ځل و چې ايمان مې په زړه کې ځای ونیو»[5]. [۵] بخاري: د: والطور سورت، په (۴۸۵۴) شمېره کې روایت کړی دی.
راځئ چې د دې لپاره مثال وړاندې کړو: که څوک درته د یو مجلل قصر په اړه خبرې وکړي، چې خوا او شا یې باغونه وي، او په منځ کې یې ویالې بهیږي، او په فرشونو او چپرکټونو ډک وي، او دا د هغې د اجزاو او تکمیلاتو په هر ډول زینت سره سینګار شوي وي، او تاته ووایي: دې ماڼۍ د ټولو کمالاتو سره خپل ځان په خپله پیدا کړی، او یا په تصادفي توګه پرته له پيدا کوونکي وجود ته راغلې، نو سمدلاسه به لدې خبرې انکار وکړې او دروغ به یې وګڼې. او خبره به یې بې عقله وینا وګڼې. نو آیا لدې وروسته دا امکان لري چې دا پراخه کائنات: له ځمکې، آسمان، ستورو، حالاتو، بې نظیره زړه راښکوونکي نظام سره دې خپل ځان خپله پيدا کړی وي، او یا دا چې پرته له پیدا کوونکي دې په تصادفي توګه پيدا شوي وي!.
۳- او په شريعت کې د الله - پاک - د موجوديت په اړه دلیل دا دی: چې ټول آسماني کتابونه په دې اړه وینا کوي، او هغه عادلانه حکمونه چې د مخلوقاتو ګټو ته شاملېږي، د دې ثبوت دی چې دا د الله - تعالی - له لورې دي چې د خپلو مخلوقاتو پر مصالحو پوه او حکیم ذات دی، او هغه څه چې - شریعت - د کائناتو له خبرونو څخه راوړي دي چې واقعیت یې د ریښتینولۍ شاهد دی، د دې ثبوت دی چې دا د ځواکمن رب لخوا دي، چې د هغه څه د موندلو توان لري چې خبر یې ورکړی دی.
۴- او د الله - تعالی په شتون باندې حسي دلیلونه له دوه وجوهو څخه دي:
یو یې دا چې: موږ د دعا کوونکو د دعا د قبلیدو، د مصیبت ځپلو سره د مرستې لیدونکي او اوریدونکي یو، چې دا د الله پاک په شتون باندې پریکنده دلیل دی، الله پاک فرمایي: (او نوح (ياد كړه) چې لا مخكې يې غږ (راته) كړى و، نو موږ يې دعا قبوله كړه...) [الأنبياء سورت :۷۶ آیت] او الله - تعالی - فرمایلي: ﴿إِذۡ تَسۡتَغِيثُونَ رَبَّكُمۡ فَٱسۡتَجَابَ لَكُمۡ...﴾ (هغه وخت چې كله تاسې خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل...) [الأنفال سورت:۹آیت].
او په صحيح البخاري کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: «یو بانډه چي د جمعې په ورځ -جومات- ته ننوت پداسې حال کې چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- خطبه ویله، نو ویې ویل: ای د الله رسوله! مالونه هلاک شول، اولادونه وږي شول، زمونږ لپاره د الله نه دعا وغواړه؛ نو لاسونه یې پورته کړل او دعا یې وکړه، -تر دې چې- د غرونو په څېر ورېځې راخپرې شوې، او تر هغه له منبره راښکته نه شو چې ما ولیدل چې باران یې له ږیرې څڅېده»[6]. [6] بخاري په كتاب الجمعة، باب الاستسقاء في الخطبة يوم الجمعة کې په: (891) شمېره رانقل کړی دی.
او په دویمه جمعه کې، همغه بانډه چي او یا بل یو پورته شو او ویې ویل: ای د الله رسوله! ودانۍ ورانې شوې، مالونه غرق شول، مونږ ته د الله نه سوال وکړه؛ نو لاسونه یې پورته کړل، او هغه - صلی الله علیه وسلم - وویل: «ای الله! زمونږ څخه یې واړوه، په مونږ یې بس کړه». نو هرې خوا ته به يې چې اشاره وکړه، هغه به صافېدله[7]. [7] بخاري په كتاب الجمعة، باب الاستسقاء في الخطبة يوم الجمعة، شمېره (891)، او مسلم په كتاب صلاة الاستسقاء، باب الدعاء في الاستسقاء، شمېره (897) کې نقل کړي دي.
او د دعا کوونکو د قبلیدو لړۍ لا تر نن ورځې همداسې د لیدو وړ چاره ده، چې دا په خپله الله -تعالی- ته په ریښتینې توګه د رجوع دلیل دی، او -دې انسان- د دعا دقبیلدو شرطونه پوره کړي دي.
دویمه وجه: د پيغمبرانو نښانې چې معجزې بلل کیږي او خلک یې ګوري، او یا یې په اړه اوري، د لیږدوونکي په شتون غوڅ دلیل دی، چې هغه الله تعالی دی؛ ځکه دا د بشر له واکه وتې چارې دي، چې الله تعالی یې د خپلو پيغمبرانو د تایید او مرستې په موخه اجرا کوي.
د دې بیلګه: د موسی علیه السلام معجزه ده، کله چې ورته الله - تعالی - امر وکړ چې په خپلې لکړې سره دریاب ووهي، نو ویې واهه، نو وچاودیده او دولس وچې لارې پکې جوړې شوې، او تر منځه یې اوبه لکه د غرونو په څېر وې، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡبَحۡرَۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٖ كَٱلطَّوۡدِ ٱلۡعَظِيمِ 63﴾ (نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه). [الشعراء سورت :۶۳ آیت].
دویمه بیلګه: د عیسی - علیه السلام - معجزه چې مړه به یې ژوندي کول، او د الله په اجازه به یې له قبرونو راویستل، الله -تعالی- یې په اړه فرمایي: ﴿...وَأُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۖ...﴾... (او مړي به ژوندي كوم، د الله په حکم...) [آل عمران سورت:۴۹ آیت] او فرمایي: ﴿...وَإِذۡ تُخۡرِجُ ٱلۡمَوۡتَىٰ بِإِذۡنِيۖ...﴾ (...او دا چې زما په حكم دې مړي راوېستل...) [المائدةسورت :۱۱۰ آیت].
او دریمه بیلګه: د محمد - صلی الله علیه وسلم - ده کله چې ورڅخه قریشو د معجزې غوښتنه وکړه، نو سپوږمۍ ته یې اشاره وکړه، نو دوه ټوټې شوه، او خلکو ولیده، پدې اړه الله تعالی فرمایي: ﴿ٱقۡتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلۡقَمَرُ 1 وَإِن يَرَوۡاْ ءَايَةٗ يُعۡرِضُواْ وَيَقُولُواْ سِحۡرٞ مُّسۡتَمِرّٞ 2﴾(قيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاودېه. او که دوی کومه نښه وويني، مخ اړوي او وايي چې دا يو دوامداره جادو دی. [القمر سورت:۱ -۲ آیتونه].
نو دا حسي معجزې چې الله تعالی یې د خپلو پیغمبرانو د تایید او مرستې په موخه اجرا کوي، په پریکنده توګه د هغه تعالی په شتون باندې دلیل دی.
دویمه خبره چې په الله -تعالی- ایمان ته شاملیږي: د هغه په ربوبیت ایمان دی، معنا دا چې هغه ذات؛ یواځې هغه رب دی چې نه شریک لري او نه مرستیال.
او پروردګار: هغه ذات دی چې پيداېښت، سلطنت او حکم هغه لره دي، له هغه پرته بل هیڅ خالق نشته، له هغه پرته بل هیڅ مالک نشته او واکمني یوازې هغه لره ده، الله تعالی فرمایي: ﴿...أَلَا لَهُ ٱلۡخَلۡقُ وَٱلۡأَمۡرُۗ...﴾ (خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي) [الأعراف سورت:۵۴ آیت] او فرمایي: ﴿...ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمۡ لَهُ ٱلۡمُلۡكُۚ وَٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ مَا يَمۡلِكُونَ مِن قِطۡمِيرٍ﴾ (الله همدا دى ستاسو رب، پاچايي هغه لره ده، او کوم شيان چې له هغه پرته يې تاسو رابولئ د كجورې د زړي د پوټكي څښتنان هم نه دي). [فاطر سورت:۱۳ آیت].
هېڅ کوم مخلوق د الله تعالی د ربوبیت څخه انکار ندی کړی، پرته له دې چې هغه تکبر کړی وي او په هغه څه چې وایي عقیده ونلري، لکه فرعون چې وکړل، کله یې چې خپل قوم ته وویل: ﴿فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ 24﴾ (ويې وېل: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!) [النازعات سورت: 24 ايت]، او وې ويل: ﴿...يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ مَا عَلِمۡتُ لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرِي...﴾(...اى د قوم مشرانو! نه پېژنم زه ستاسو لپاره د بندګۍ هېڅ حقدار پرته له ما څخه...) [القصص سورت: ایت 38]، مګر دا خبره د هغه د عقیدې پر بنیاد نه وه. الله تعالی فرمایلي: ﴿وَجَحَدُواْ بِهَا وَٱسۡتَيۡقَنَتۡهَآ أَنفُسُهُمۡ ظُلۡمٗا وَعُلُوّٗاۚ...﴾ (او هغوى د ظلم او لويۍ له كبله نټه ترې وكړه، حال دا چې زړونو يې يقين پرې كړى و...) [النمل سورت: 14 ايت]. او موسی علیه السلام فرعون ته په هغه حکایت کې چې الله د هغه په اړه کړی دی، وویل: ﴿...لَقَدۡ عَلِمۡتَ مَآ أَنزَلَ هَٰٓؤُلَآءِ إِلَّا رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَٰفِرۡعَوۡنُ مَثۡبُورٗا﴾ (ته خو پوهېږي چې دغه سترګې پرانيستونكې نښانې د اسمانو او ځمكى له رب نه پرته بل چا نه دي نازلې كړې او ای فرعونه په تا مې د تباه كېدونكي ګومان دى). [الإسراء سورت: 102 ايت]، لدې امله مشرکانو د الله په ربوبیت باندې اقرار کاوه، سره لدې چې په الوهیت کې یې شرک کاوه، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿قُل لِّمَنِ ٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهَآ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 84 سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 85 قُلۡ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلسَّبۡعِ وَرَبُّ ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡعَظِيمِ 86 سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ 87 قُلۡ مَنۢ بِيَدِهِۦمَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيۡهِ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 88 سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ فَأَنَّىٰ تُسۡحَرُونَ 89﴾ (ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ. ژر به ووايي: د الله لره. ورته ووايه! نو ايا تاسو نصيحت نه اخلئ؟ ورته ووايه! د اوو اسمانونو رب او د ستر عرش رب څوک دی؟ ژر به ووايي: د الله لره. ورته ووايه! نو ايا تاسو نه وېرېږئ؟ ورته ووايه! د چا په لاس كې د هر څه بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نه وركول كېږي، كه چېرې تاسو پوهېږئ. ژر به ووايي: الله لره. ورته ووايه! نو تاسې څنګه اړول کيدلی شئ (د حق نه))؟ [المؤمنون سورت:۸۴ - ۸۹ آیتونه].
او الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡعَلِيمُ 9﴾ (او كه هغوى وپوښتې چې آسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې هغه برلاسي؛ ډېر پوه (الله) پيدا كړي دي). [الزخرف سورت:۹ آیت].
او الله پاک فرمایلي: ﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ 87﴾ (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي؟). [الزخرف سورت:۸۷آیت].
او د الله تعالی امر؛ کوني او شریعي دواړو ته شامل دی، نو لکه څرنګه چې هغه د کایناتو چارسمبالوونکی، او د هغه د حکمت سره سم هغه څه چې پکې وغواړي پریکړه کوونکی دی، نو همدارنګه پکې هغه واکدار دی چې عبادتونو او د معاملاتو حکمونو ته پکې مشروعیت ورکوي څرنګه یې چې حکمت تقاضا وکړي، نو څوک چې له الله - تعالی - سره په عبادت کې مشرع - قانون جوړوونکی - ونیسي او یا په معامله کې يې حاکم وګرځوي، نو هغه په تحقیق سره د الله سره شرک وکړ، او ايمان يې عملي نه كړ.
دریمه حکم (خبره): چې په الله تعالی ایمان ورته شاملیږي: د هغه په الوهیت ایمان، معنا دا چې هغه یوازې په حقه معبود دی، شریک ورته نشته، او (الإلـه) د (المألوه) په معنی دی یعنې معبود، چې د محبت او عظمت له مخې یې عبادت کیږي.
الله تعالی فرمایلي: ﴿وَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ 163﴾ (او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لائق د عبادت مګر هغه (الله) ډېر مهربان پوره رحم کوونکی دی). [البقرة سورت : ایت 163] او الله تعالی فرمايي: ﴿شَهِدَ ٱللَّهُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَأُوْلُواْ ٱلۡعِلۡمِ قَآئِمَۢا بِٱلۡقِسۡطِۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ 18﴾ (الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او ملايکې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته). [آل عمران سورت: ایت 18]، او هر چا چې له الله تعالی سره معبود ونيوو، چې له هغه پرته يې ورله بندګي کوله؛ نو د هغه الوهیت باطل دی، الله تعالی فرمایي: ﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلۡبَٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡكَبِيرُ 62﴾ (دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى). [الحج سورت: ایت 62]. او دا چې آلهة نوم ورته اخیستل کیږي نو دا د الوهیت حق نه ورکوي، الله تعالی (لات، عزی او منات) په اړه فرمایي: ﴿إِنۡ هِيَ إِلَّآ أَسۡمَآءٞ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ...﴾ (دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى...) [النجم سورت:۲۳ آیت].
او د هود -علیه السلام - په اړه یې فرمایلي دي چې هغه خپل قوم ته وویل: ﴿...أَتُجَٰدِلُونَنِي فِيٓ أَسۡمَآءٖ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّا نَزَّلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٖۚ...﴾ (آيا په هغو نومونو كې شخړه راسره كوئ چې تاسو او ستاسو پلرونو ايښي دي، چې په هغو الله كوم سند (دلیل) نه دى رانازل كړى؟) [الأعراف سورت:۷۲ آیت].
او د یوسف - علیه السلام - په اړه یې فرمایلي دي چې هغه د زندان دوو ملګرو ته وویل: ﴿يَٰصَٰحِبَيِ ٱلسِّجۡنِ ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ مَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسۡمَآءٗ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ...﴾ (اى زما د زندان ملګرو! آيا ډېر بېلا بېل معبودان غوره دي كه هماغه يو برلاسى الله؟ تاسو د هغه پرته د نور څه عبادت نه كوئ مګر هغه نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو ايښي دي، الله د هغو لپاره هېڅ دليل نه دى نازل كړى...) [يوسف سورت:۳۹-۴۰ آیتونه].
لدې امله پیغمبرانو -علیهم الصلاة و السلام- به خپلو قومونو ته وېل: ﴿...ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُ...﴾...(يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته...) [الأعراف سورت:۵۹ آیت] خو مشرکانو انکار وکړ، او له هغه پرته یې نور معبودان ونیول، د الله پاک سره به یې د هغوی عبادت کاوه، د ملاتړ لپاره به یې رابلل، او د ستونزې پر مهال به یې ترې مرسته غوښته.
الله - تعالی - د مشرکانو د دغو معبودانو نیول په دوو عقلي دلیلونو سره باطل وګرځول:
لومړی: پدې معبودانو کې چې دوی -په الوهیت- نیولي دي د الوهیت هیڅ ځانګړتیاوې نشته، هغه مخلوق دي پیدا کول نشي کولی، او نه یې لمانځونکو ته ګټه رسولای شي، او نه ورڅخه ضرر دفع کولای شي، او نه ورته ژوند او نه د مرګ ورکولو اختیار لري، او نه خو له آسمانونو څخه د څه شي ملکیت لري، او نه پکې شراکت لري.
الله تعالی فرمایلي: ﴿وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةٗ لَّا يَخۡلُقُونَ شَيۡـٔٗا وَهُمۡ يُخۡلَقُونَ وَلَا يَمۡلِكُونَ لِأَنفُسِهِمۡ ضَرّٗا وَلَا نَفۡعٗا وَلَا يَمۡلِكُونَ مَوۡتٗا وَلَا حَيَوٰةٗ وَلَا نُشُورٗا 3﴾ (او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانونو ته د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه د مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي کېدلو واک لري). [الفرقان سورت: 3 آیت].
او الله تعالی فرمايي: ﴿قُلِ ٱدۡعُواْ ٱلَّذِينَ زَعَمۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَمۡلِكُونَ مِثۡقَالَ ذَرَّةٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا لَهُمۡ فِيهِمَا مِن شِرۡكٖ وَمَا لَهُۥ مِنۡهُم مِّن ظَهِيرٖ وَلَا تَنفَعُ ٱلشَّفَٰعَةُ عِندَهُۥٓ إِلَّا لِمَنۡ أَذِنَ لَهُۥ...﴾ (ووايه: راوبولئ كوم چې تاسي له الله پرته (معبودان) انګېرلي، هغوى خو د يوې ذرې په اندازه څه په واك كې نه لري، نه په آسمانونو كې او نه په زمكه كې او نه يې په دې دواړو كې څه برخه شته او نه له هغوى څوك د الله مرستندوى دى او نه د هغه په وړاندې شفاعت ګټه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه ورته اجازه ورکړی...) [سبا سورت: ۲۲- ۲۳ آيتونه]. او الله تعالى فرمايلي: ﴿أَيُشۡرِكُونَ مَا لَا يَخۡلُقُ شَيۡـٔٗا وَهُمۡ يُخۡلَقُونَ 191 وَلَا يَسۡتَطِيعُونَ لَهُمۡ نَصۡرٗا وَلَآ أَنفُسَهُمۡ يَنصُرُونَ 192﴾ (آيا هغه څه ورسره شريكوي چې هېڅ شي نه پيدا كوي بلكې خپله دوى پيدا كول كيږي. او نه د دوى مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانونو مرسته كولاى شي). [الأعراف سورت: ۱۹۱-۱۹۲ آیتونه].
کله چې د دغو معبودانو دا حال وي، نو د هغوی معبود ګڼل افسوس او حماقت، او د باطلو باطل دی.
دویم: دا چي دغو مشرکانو دا اقرار کاوه چي یوازي هغه الله -جل جلاله- رب او خالق دی چې په لاس کې یې د هر څه پاچاهي ده، او هغه ذات پناه ورکوي او له هغه بل چاته پناه نه وړل کیږي، او دا -پر دوی- لازموي چې په الوهیت کې یې په یووالي ومني، لکه څرنګه چې یې په ربوبیت کې په یووالي منلی، څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: ﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ 21 ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 22﴾(ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسې او له تاسې وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسې ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه). هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې ځمکه فرش کړه او اسمان یې ودان کړ او له اسمانه یې اوبه راولېږلې، نو د هغو په وسیله یې تاسې ته د میوو رزق راوویست. نو د الله لپاره سیالان مه نیسئ په داسې حال کې چې تاسي پوهیږئ). (د البقره سورت: ۲۱- ۲۲ ايتونه).
او الله تعالی فرمايلي: ﴿وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَهُمۡ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ 87﴾ (او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي)؟. [الزخرف سورت:87 آیت].
او الله تعالی فرمايي: ﴿قُلۡ مَن يَرۡزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أَمَّن يَمۡلِكُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَمَن يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَيُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتَ مِنَ ٱلۡحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُۚ فَقُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ 31 فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَاذَا بَعۡدَ ٱلۡحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَٰلُۖ فَأَنَّىٰ تُصۡرَفُونَ 32﴾ (ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او دا د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ. نو دا الله ستاسو حق رب دى، نو د حق نه وروسته څه شته مګر ګمراهي؟ نو تاسو څنګه اړول کېږئ؟). [يونس سورت: 31-32 آیتونه].
څلورمه خبره: چې په الله -تعالی- باندې ایمان ته شاملیږي: د هغه په نومونو او صفتونو ایمان دی:
یعنې: الله تعالی ته له نومونو او صفتونو څخه د هغه څه ثابتول چې الله په خپل کتاب کې ځانته ثابت کړي وي، او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت کې هغه لره ثابت وي لکه څرنګه چې د هغه له شان سره ښایي پرته له تحریف، تعطیل، تکییف او تمثیل څخه. الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَلِلَّهِ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰ فَٱدۡعُوهُ بِهَاۖ وَذَرُواْ ٱلَّذِينَ يُلۡحِدُونَ فِيٓ أَسۡمَٰٓئِهِۦۚ سَيُجۡزَوۡنَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ 180﴾ (او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ او هغه خلك پرېږدئ چې د ده په نومونو كې كوږوالى كوي، دوى چې څه كول د هغو بدله به مومي). [الأعراف سورت: ایت 180] او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿...وَلَهُ ٱلۡمَثَلُ ٱلۡأَعۡلَىٰ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴾ (او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى). [الروم سورت: 27 آیت] او الله تعالی فرمايي: ﴿...لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴾(نشته د هغه په شان هيڅ څيز او همغه ښه اورېدونكى ښه ليدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 11].
او پدې خبره کې دوه ډلې ګمراه شوي دي:
یوه یې: (المعطلة) ده؛ هغوی چې ټول اسماء او صفات او یا ځینې یې نه مني، پدې ګمان چې الله ته یې له ثابتولو څخه تشبیه منځته راځي، یعنې د الله - تعالی - تشبیه کول له مخلوقاتو سره یې. او دا ګمان له ډیرو وجوهاتو نه باطل دی، چې ځېني یې دا دي:
لومړی: لدې څخه باطل لوازم رامنځته کیږي لکه؛ د الله تعالی په وینا کې تناقض او ټکر، ځکه الله - تعالی- ځانته نومونه او صفتونه ثابت کړي دي، او دا یې نفي کړي چې د هغه په څېر دې بل شی شتون ولري، که چېرته یې له ثابتولو تشبیه لازمیدله؛ نو د الله په کلام کې تناقض او ځینې یې ځینو نورو لره دروغ ګڼونکی هم لازمي دی.
دویم: په نوم او صفت کې د دوو شیانو تر منځ ورته والی د هغوی تر منځه یو شی والی نه لازموي، ځکه ته دوه تنان ګورې چې هر یو یې: انسان، اوریدونکی، لیدونکی او خبرې کوونکی دی، او لدې دا نه لازمیږي چې په انساني معناوو، اوریدو، لیدلو او خبرو کې دې دواړه سره یو شی وي.
او ته حیوانات ګورې چې لاسونه، پښې او سترګې لري او لدې برابروالي څخه دا نه لازمیږي چې د دوی لاسونه، پښې او سترګي سره یو بل ته ورته وي.
نو کله چې حیوانات یو د بل په څېر نومونه او صفتونه لري او بیا هم یو له بل نه جلا دي نو د خالق او مخلوق تر منځ خو ښکاره او لوی توپیر شته.
دویمه ډله: ( المشبهة ) ده، هغوی چې الله -تعالی- ته یې نومونه او صفتونه ثابت کړي خو الله تعالی یې د مخلوق سره تشبیه کړی دی، پدې ګمان چې همدا د دلایلو تقاضا ده، ځکه الله خپل بنده ګان په هغه څه سره مخاطب ګرځوي چې هغوی پرې پوهیږي، او دا ګمان له څو وجوهو نه باطل دی، لکه:
لومړی: عقل او شریعت دواړه د الله - تعالی - تشبیه کول له مخلوقاتو سره باطلوي، او هیڅ شوني نده چې د قران او سنت د نصوصو تقاضا دې باطله وي.
دویم: د اصلي معنا له اړخه؛ الله -تعالی- خپل بنده ګان په هغه څه سره مخاطبوي چې هغوی پرې پوهیږي، پاتې شو اصلي حقیقت چې هغه معنا پرې دلالت کوي نو د هغې علم په ځانګړې توګه یوازې الله -تعالی- لره دی په هغه څه کې چې د هغه د ذات او صفاتو سره تړاو لري.
نو کله چې الله ځانته ثابته کړه چې هغه اوریدونکی (سمیع) دی، نو اوریدل د اصلي معنا له اړخه معلوم دي (چې معنا یې د غږونو درک کول دي) خو د دې حقیقت د الله تعالی د اوریدو په نسبت معلوم ندی؛ ځکه چې د اوریدو حقیقت حتی په مخلوقاتو کې یو له بل سره توپير لري؛ نو -له شک پرته- چې د خالق او مخلوق تر منځ توپیر خو تر ټولو ښکاره او لوی دی.
او کله چې الله د خپل ځان په اړه خبر ورکوي چې هغه په عرش استوا کړې ده؛ نو د اصلي معنا له اړخه استوا معلومه ده، خو حقیقي استوا چې الله په عرش کړې ده، مونږ ته معلومه نده، ځکه چې د استوا حقیقت په مخلوقاتو کې یو له بل سره توپیر لري، نو په یوه باثباته څوکۍ استوا داسې نه ده لکه د اوښ په زین چې سخت وي او ځان نه نیسي، نو کله چې دا د مخلوقاتو په حق کې ښکاره ده، نو د خالق او مخلوق تر منځ توپیر خو روښانه او لوی دی.
او په الله -تعالی- ایمان لکه څرنګه یې چې مونږ یادونه وکړه د مومنانو لپاره لویې ثمرې راوړي، له هغوی څخه دا دي:
لومړۍ: د الله تعالی د یووالي ثبوت، چې له هغه پرته له بل چا څخه نه امید ساتل کیږي او نه ترې ویره کیږي او له هغه پرته د بل چا عبادت نه کیږي.
دویمه: د الله -تعالی- بشپړ محبت او تعظیم لکه څرنګه چې د هغه د نومونو او عالي صفتونو غوښتنه ده.
درېمه: د هغه حقيقي بندګي کول د امر په منلو یې او د نهې څخه یې په ځان ژغورلو.
*
په ملاېکو ایمان
ملائکې: غیبي، پیدا شوی، د الله تعالی عبادت کوونکی -مخلوق- دی او د رب العزت او الهي ځانګړتیاوو څخه هیڅ هم نه لري، الله -تعالی- دوی له نور څخه پیدا کړي، د خپل امر بشپړ اطاعت او د هغه د پلي کولو ځواک یې ورکړی. الله جل جلاله فرمايي: ﴿...وَمَنۡ عِندَهُۥ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَلَا يَسۡتَحۡسِرُونَ يُسَبِّحُونَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ لَا يَفۡتُرُونَ﴾ (او هغه څوک (ملايک) چې له هغه سره دي نه يې له عبادته لويي كوي او نه ستومانه كيږي، شپه او ورځ تسبيح وايي او نه ستړي كيږي). [الأنبياء سورت: ایت 19-20]
د هغوی شمېر زیات دی، پرته له الله یې څوک نه شي شمیرلی، او په صحیحینو کې د أنس رضي الله عنه له حدیث څخه د معراج په قصه کې روایت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته په اسمان کې بیت المعمور پورته کړی (ښکاره کړی) شو، چې هره ورځ پکې اویا زره ملایکې لمونځ کوي، نو کله چې ترې راووځي بیرته د دوی تر پایه بیا نه ورګرځي.
په ملایکو ایمان څلورو شیانو ته شاملیږي:
لومړی : د دوی په شتون ایمان.
دوهم: له دوی څخه په هغو ايمان چې مونږ يې په نوم پېژنو (لکه جبريل) او پر هغو کسانو چې موږ يې نومونه نه پېژنو؛ په اجمالي ډول ايمان لرو.
دریم: د دوی په هغه صفتونو ایمان چې مونږ ته معلوم دي لکه: د (جبریل) صفت، چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی چې هغه په داسې حال کې ولیده چې الله پرې پیدا کړی دی، هغه لره شپږ سوه وزرونه و چې فضا یې ډکه کړې وه.
او کله داسې هم کیږي چې ملایکې د الله په امر د سړي په بڼه ځانته بدلون ورکړي، لکه څرنګه چې (جبریل ته) پیښ شول، کله چې الله تعالی هغه مریم بې بې ته ولیږه او هغه یې د یو عادي انسان په بڼه جوړ کړ، او کله چې هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او هغه د صحابه کرامو تر منځه ناست و، د یو داسې سړي په بڼه ورته راغی چې تک سپین کالي یې پر ځان و، او تک تور ویښتان یې درلودل، د سفر هیڅ اثر پرې نه لیدل کېده، او نه له صحابه و څخه چا پېژانده، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته کېناست، خپل زنګنونه یې د هغه زنګنونو ته تکیه کړل، او لاسونه یې په ورنونو کېښودل، او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم نه یې د اسلام، ایمان، احسان، د قیامت ورځ او نښانو په اړه پوښتنه وکړه، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ، او ولاړ، بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: «دا جبریل و، تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښیي»[8]. [8] مسلم: كتاب الإيمان، باب بيان الإيمان والإسلام والإحسان ووجوب الإيمان بإثبات قدر الله سبحانه وتعالى، شمېره (8) کې نقل کړی.
همدارنګه هغه ملاېکې چې الله تعالی ابراهیم او لوط علیهما السلام ته لیږلې وې هغه د سړیو په بڼه وې.
څلورم: هغه څه چې په ملاېکو ایمان ته شاملیږي: ایمان د هغوی په هغه کړنو دی چې مونږ ته معلومې دي او هغوی یې د الله په امر تر سره کوي؛ لکه د هغوی تسبیح ویل، او شپه او ورځ پرته له ستړتیا او کمزورۍ هغه لره عبادت کول.
او کله یې ځینو لره ځانګړې کړنې وي.
مثلا: جبریل چې د الله تعالی پر وحیې امانتدار دی، چې په هغې سره یې الله تعالی انبیاوو او رسولانو ته لیږي.
او لکه: میکائیل: چې پر باران او بوټو مقرر کړی شوی دی.
او لکه: اسرافیل: چې د قیامت د قائمېدو او د خلکو د راپورته کیدو پر مهال په شپیلۍ کې په پوکي کولو مکلف دی.
او لکه: ملک الموت: چې د مرګ پر مهال د روحونو په اخیستلو مکلف ده.
او لکه مالک: هغه چې په اور باندې مقرر دی، او هغه د اور ساتونکی دی.
او لکه د بېلګې په توګه: هغه ملائکې چې په رحم کې پر ماشوم ګمارل شوي دي، که یو څوک د مور په رحم کې څلور میاشتې پوره کړي، نو الله تعالی ورته یوه ملائکه لیږي او ورته امر کوي چې د هغه روزي، اجل او عمل ولیکي او دا چې نیکمرغه دی که بد مرغه.
او لکه د بېلګې په توګه: هغه ملاېکې چې د بني آدم د اعمالو د ساتلو او ليکلو دنده ورسپارل شوې ده، ځکه د هر انسان لپاره دوه ملاېکې وي، يوه يې ښي او بله يې چپ اړخ ته.
او لکه د بېلګې په توګه: هغه ملاېکې چې له مړي په پوښتنې کولو ګمارل شوي دي کله چې هغه په قبر کې کېښودل شي؛ دوه ملاېکې ورته راځي او له هغه څخه د رب، دين او د هغه د رسول په اړه پوښتنې کوي.
او په ملاېکو ایمان لویې ګټې لري؛ ځېني یې دا دي:
لومړی: د الله تعالی د عظمت، ځواک او واک په اړه پوهه؛ ځکه د مخلوق عظمت د خالق د عظمت څرګندونه کوي.
دویم: بني آدم ته د پاملرنې په خاطر د الله تعالی د شکر ادا کول؛ چې هغه لدې ملاېکو څخه ځینې ګمارلي تر څو د دوی ساتنه وکړي، د دوی اعمال ولیکي، او د دوی د نورو ګټو په خاطر.
دریم: د ملاېکو سره مینه د هغه څه له امله چې دوی د الله تعالی عبادت کوي.
ځينو منحرفينو دا رد کړې چې ملائکې جسدونه دي او ويلي يې دي: دا په مخلوقاتو کې د خیر او ښېګڼې له یو پټ ځواک څخه عبارت دی، او دا خبره د الله تعالی د کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له سنتو او د مسلمانانو له اجماع څخه انکار دى.
الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ جَاعِلِ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ رُسُلًا أُوْلِيٓ أَجۡنِحَةٖ مَّثۡنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَۚ...﴾ (الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځوونكي (الله) لره...) [فاطر سورت: 1 آیت].
او الله تعالی فرمایلي: ﴿وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذۡ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَضۡرِبُونَ وُجُوهَهُمۡ وَأَدۡبَٰرَهُم...﴾ (او كه هغه كافران ووينې چې ملايكې يې روح اخلي او په مخونو او څټونو يې وهي...) [الأنفال سورت: ایت 50].
او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿...وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِي غَمَرَٰتِ ٱلۡمَوۡتِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓاْ أَيۡدِيهِمۡ أَخۡرِجُوٓاْ أَنفُسَكُمُۖ...﴾(...او كه تا ليدلى چې كله داسې ظالمان د مرګ په سختيو كې (غوټې وهي) او ملايكې په غځولو لاسونو (ورته وايي) را و باسئ ساګانې مو!...) [الأنعام سورت: 93 آیت].
او الله تعالی فرمايي: ﴿...حَتَّىٰٓ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمۡ قَالُواْ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمۡۖ قَالُواْ ٱلۡحَقَّۖ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡكَبِيرُ﴾ (...تر هغو چې له زړونو يې وېره لېرې شي، وايي: ستاسو رب څه وويل؟ (په ځواب كې) ورته وايي حق (يې وويل) او همغه ډېر اوچت او لوى دى). [سبأ سورت: 23 آیت].
او د جنتیانو په اړه فرمایي: ﴿...وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَدۡخُلُونَ عَلَيۡهِم مِّن كُلِّ بَابٖ سَلَٰمٌ عَلَيۡكُم بِمَا صَبَرۡتُمۡۚ فَنِعۡمَ عُقۡبَى ٱلدَّارِ﴾ (...او ملايکې به هم له هرې دروازې ورننوځي، سلام دې وي پر تاسې د صبر په بدل کې، پس ښه انجام د کور د آخرت دی). [الرعد سورت: 23-24 آیتونه].
په صحيح البخاري کې ابو هريره رضي الله عنه له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: «کله چې الله له بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل ته غږ وکړي چې: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولره! نو جبرائيل له هغه سره مینه پیدا کړي، بیا جبرائیل د اسمان پر اوسیدونکو غږ وکړي چې: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه ولرئ! نو د آسمان اوسیدونکي له هغه سره مینه پیدا کړي، بیا ورته په ځمکه کې قبولیت وموندل شي»[9]. [۹] بخاري: کتاب بدء الخلق، باب ذکر الملائکة، شمېره (۳۰۳۷)، او مسلم: کتاب البر والصلة والآداب، باب إذا أحب الله عبدا، حببه إلى عباده، شمېره (۲۶۳۷) کې روایت کړي دي.
او په صحیح البخاري کې همدا رنګه له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «کله چې د جمعې ورځ شي د جومات په دروازو کې ملایکي وي او یو د بل پسې -نومونه- لیکي، کله چې امام کیني کتابونه بند کړي او راشي وعظ ته غوږ ونیسي»[۱۰]. [۱۰] بخاري په كتاب الجمعة، باب الاستماع إلى الخطبة، شمېره (887)، او مسلم په كتاب الجمعة، باب فضل التهجير يوم الجمعة، شمېره (850) کې نقل کړي.
او پدې دلیلونو کې صراحت دی پر دې چې ملاېکې جسمونه دي؛ نه معنوي ځواک، لکه څرنګه چې منحرف خلک وایي، او د دې دلایلو پر مقتضی مسلمانانو هم اجماع کړې ده.
*
په کتابونو ایمان
کتب: د (کتاب) جمع ده او معنی یې ده: (لیکلی شوی).
او دلته ورڅخه مراد: هغه کتابونه دي چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو باندې؛ پر بنده ګانو د رحمت او د هغوی د لارښوونې په موخه نازل کړي دي؛ تر څو پرې دوی د دنیا او آخرت خوشحاليو ته ورسیږي.
او په کتابونو ایمان څلور شیانو ته شاملیږي:
لومړی: پر دې ایمان چې دا د الله تعالی له لورې په حقه نازل شوي دي.
دویم: په هغو کتابونو ایمان چې مونږ یې نومونه پیژنو لکه: قرآن چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او تورات چې پر موسی صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی دی. او انجیل چې پر عیسی صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. او زبور هغه چې داود صلی الله عليه وسلم ته ورکړل شوی و. او هغه چې مونږ یې نوم ندی اوریدلی نو په اجمالي توګه پرې ایمان لرو.
دریم: د هغه خبرونو یې ریښتیا ګڼل چې صحیح ثابت دي، لکه قرآن چې د څه په اړه خبر ورکړی، او هغه څه چې پخوانیو کتابونو یې په اړه خبر ورکړی پدې شرط چې تبدیل او تحریف پکې نه وي شوی.
څلورم: په هغو حکمونو یې عمل کول چې منسوخ شوي ندي، او هغې ته غاړه اېښودل او خوښي پرې څرګندول، برابره خبره ده که په حکمت یې پوه شوي یو یا نه، او مخکني ټول کتابونه په قرآن کریم سره منسوخ شوي دي، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمُهَيۡمِنًا عَلَيۡهِۖ...﴾ (او تا ته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى...) [المائدة سورت: 48 آیت] يعنې: پرې حاکم دی.
په دې اساس: د پخوانیو کتابونو په هیڅ حکم باندې عمل کول روا نه دي، پرته لدې چې صحت یې نه وي ثابت شوی او قرآن تایید کړی نه وي.
په کتابونو ایمان لویې ثمرې لري. له هغوی څخه ځېني دا دي:
لومړی: خپلو بنده ګانو ته د الله تعالی په پاملرنې پوهېدل؛ چې هغه د هر قوم لپاره یو کتاب نازل کړی تر څو پرې دوی ته لارښوونه وکړي.
دویم: په شریعت کې د الله تعالی په حکمت پوهېدل؛ چې د هر قوم لپاره یې د دوی د شرایطو سره سم شریعت ټاکلی، لکه چې الله تعالی فرمایلي: ﴿...لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ...﴾ (...له تاسي نه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده...) [المائدة سورت: ایت 48].
دریم: پدې سره د الله تعالی شکر ادا کول.
*
په رسولانو ایمان
الرسل: د (رسول) جمع ده، معنا یې: (لیږل شوی) ده، هغه څوک چې د یو څه په رسولو سره لیږل شوی وي.
دلته ورڅخه موخه: له انسانانو څخه هغه څوک دی چې یو قانون ورته وحیې شوی وي او د هغه په رسولو ورته امر شوی وي.
لومړی رسول نوح علیه السلام وو (په رد د شرک) او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم دی.
الله تعالی فرمایلي: ﴿ إِنَّآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ كَمَآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ نُوحٖ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ مِنۢ بَعۡدِهِ...﴾ (يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده...) (النساء سورت: ۱۶۳ ايت).
په صحیح البخاري کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه د شفاعت په حدیث کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم: «یادونه وکړه چې خلک به آدم ته ورشي تر څو ورته سفارش وکړي، نو هغه به ورته عذر وړاندې کړي او وبه وایي: نوح ته ورشئ، هغه لومړی رسول دی چې الله لیږلی دی» او ټول حدیث یې ذکر کړ. [۱۱] بخاري په کتاب التوحید، باب قَوْلِ اللهِ تَعَالَى: ﴿لِمَا خَلَقۡتُ بِيَدَيَّۖ﴾، کې په (7410) شمیره، او مسلم په کتاب الایمان، باب أدنى أهل الجنة منزلة فيها، کې په (193) شمیره روایت کړی دی.
او الله تعالی د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایي: ﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَۗ...﴾ (محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسې له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى...) [الأحزاب سورت].
هیڅ امت داسې نه دی پاتې شوی چې الله تعالی ورته یو رسول نه وي لېږلی؛ داسې رسول چې خپلې قوم ته د الله له لوري یوه خپلواکه شریعت راوړي، یا داسې نبي چې د پخواني نبي د شریعت له مخې ورته وحي کېږي، تر څو هغه شریعت بیا تازه او نوي کړي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَۖ...﴾ (او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې د الله تعالی بنده ګي وکړئ او له طاغوت څخه ځان وساتئ...) (د النحل سورت: ۳۶ ايت)
او الله تعالی فرمايي: ﴿...وَإِن مِّنۡ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٞ﴾ (...او هيڅ يو داسې ولس به نه وي چې كوم وېروونكى پكې نه وې تېر شوى). [فاطر سورت: ایت 24].
او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿إِنَّآ أَنزَلۡنَا ٱلتَّوۡرَىٰةَ فِيهَا هُدٗى وَنُورٞۚ يَحۡكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسۡلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ...﴾ (تورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې...). [المائدة سورت: 44 ايت].
او رسولان پيدا کړی شوي انسانان دي، د ربوبیت او الوهیت هیڅ کومه ځانګړتیا نه لري، الله تعالی د خپل نبي په اړه چې د پیغمبرانو سردار او د الله پر وړاندې تر ټولو د لویې مرتبې خاوند دی فرمایي: ﴿قُل لَّآ أَمۡلِكُ لِنَفۡسِي نَفۡعٗا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ وَلَوۡ كُنتُ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ لَٱسۡتَكۡثَرۡتُ مِنَ ٱلۡخَيۡرِ وَمَا مَسَّنِيَ ٱلسُّوٓءُۚ إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ وَبَشِيرٞ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ 188﴾ (ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم). [الأعراف سورت: ایت 188] .
او الله تعالی فرمايي: ﴿قُلۡ إِنِّي لَآ أَمۡلِكُ لَكُمۡ ضَرّٗا وَلَا رَشَدٗا 21 قُلۡ إِنِّي لَن يُجِيرَنِي مِنَ ٱللَّهِ أَحَدٞ وَلَنۡ أَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلۡتَحَدًا 22﴾ (ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خېر ښېګڼې ۲۱ ووايه: چې هېڅوک ما له الله څخه نشي ژغورلی او نه له هغه پرته بل پنا ځای پېدا کولی شم). [الجن سورت:21-22 ايتونه].
دوی انساني ځانګړتیاوې لري لکه: ناروغتیا، مرګ، خوراک او څښاک او داسې نور، الله تعالی د ابراهیم علیه الصلاة والسلام په اړه فرمایي چې هغه له خپل رب څخه یادونه کوي. ﴿وَٱلَّذِي هُوَ يُطۡعِمُنِي وَيَسۡقِينِ 79 وَإِذَا مَرِضۡتُ فَهُوَ يَشۡفِينِ 80 وَٱلَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحۡيِينِ 81﴾ (او هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي. او كله چې زه ناروغ شم، نو هغه مې روغتيا راكوي. او هغه ذات چې ماته مرګ راكوي بيا مې ژوندى كوي). [الشعراء سورت: ایتونه 79-81].
او نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي: «إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ، أَنْسَى كَمَا تَنْسَوْنَ، فَإِذَا نَسِيتُ فَذَكِّرُونِي»[12] «یقینا زه ستاسو په څېر یو انسان یم، هیرووم لکه څنګه چې تاسو هیروئ، کله چې یو څه هیر کړم نو رایاد یې کړئ»[12]. [12] بخاري په أبواب القبلة، باب التوجه نحو القبلة حيث كان، شمېره (392)، او مسلم په كتاب المساجد ومواضع الصلاة، باب السهو في الصلاة، والسجود له، شمېره (572) کې نقل کړي.
او الله تعالی د دوی په لوړو مرتبو کې دوی په بنده ګۍ سره یاد کړي دي، د دوی د توصیف په لړۍ کې؛ الله - تعالی - د نوح - صلی الله علیه وسلم - په اړه فرمایلي دي: ﴿...إِنَّهُۥ كَانَ عَبۡدٗا شَكُورٗا﴾ (بېشکه نوح يو شكر كوونكى بنده و). [الإسراء سورت: ایت 3]، او د محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه یې فرمایلي دي: ﴿تَبَارَكَ ٱلَّذِي نَزَّلَ ٱلۡفُرۡقَانَ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦ لِيَكُونَ لِلۡعَٰلَمِينَ نَذِيرًا 1﴾ (هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي). [الفرقان سورت: 1 ايت].
او د ابراهیم، اسحاق او یعقوب - صلی الله علیهم وسلم - په اړه فرمایي: ﴿وَٱذۡكُرۡ عِبَٰدَنَآ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ أُوْلِي ٱلۡأَيۡدِي وَٱلۡأَبۡصَٰرِ 45 إِنَّآ أَخۡلَصۡنَٰهُم بِخَالِصَةٖ ذِكۡرَى ٱلدَّارِ 46 وَإِنَّهُمۡ عِندَنَا لَمِنَ ٱلۡمُصۡطَفَيۡنَ ٱلۡأَخۡيَارِ 47﴾ (او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو. بېشكه موږ هغوی د يوې خالصې (صفتي) سره خالص كړي وو چې د آخرت يادونه ده. او بېشكه هغوی زموږ په نزد غوره كړل شوي غوره كسان دي). [ص سورت: ۴۵-۴۷ ايتونه].
او د عیسی علیه السلام په اړه یې فرمایلي: ﴿إِنۡ هُوَ إِلَّا عَبۡدٌ أَنۡعَمۡنَا عَلَيۡهِ وَجَعَلۡنَٰهُ مَثَلٗا لِّبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ 59﴾ (هغه له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بني اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و). [الزخرف سورت: ایت 59].
پر رسولانو ایمان څلورو شیانو ته شاملیږي:
لومړی: پدې ایمان لرل چې د دوی پيغمبري (رسالت) د الله تعالی لخوا حق ده، نو چا چې له دوی څخه د یو په رسالت کفر وکړ، نو په ټولو کافر شو، لکه چې الله تعالی فرمایلي: ﴿كَذَّبَتۡ قَوۡمُ نُوحٍ ٱلۡمُرۡسَلِينَ 105﴾ (د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل). [الشعراء سورت: 105 ايت] نو الله تعالی د ټولو پیغمبرانو دروغ ګڼونکي وبلل، سره لدې چې له هغه پرته بل پيغمبر نه و، کله یې چې د هغوی تکذیب وکړ، په دې اساس هغه عیسویان چې د محمد صلی الله علیه وسلم څخه یې انکار کاوه او د هغه پیروي یې نه کوله؛ دوی د مسیح زوی د مریمې څخه انکار وکړ او د هغه پیروي یې هم ونه کړه، په ځانګړې توګه عیسی علیه السلام دوی ته پر محمد صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی و. او دوی ته زیري ورکولو بله معنی نه درلوده پرته لدې چې هغه هغوی ته یو پيغمبر و، چې الله پرې له ګمراهي ژغورل، او سمې لارې ته یې د هغوی لارښوونه کوله.
دویم: د هغوی له جملې پر هغو ایمان راوړل چې نومونه یې پېژنو، لکه: محمد، ابراهیم، موسی، عیسی، او نوح -عليهم الصّلاة والسّلام- دا پنځه واړه اولوالعزم پېغمبران دي او الله تعالی په قرآنکریم کې په دوو ځایونو کې د هغوی یادونه پدې قول سره کړې ده: ﴿وَإِذۡ أَخَذۡنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِيثَٰقَهُمۡ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٖ وَإِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَۖ وَأَخَذۡنَا مِنۡهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظٗا 7﴾ (او هغه مهال چې موږ له پېغمبرانو او له تا، نوح، ابراهيم، موسى او د مريمې زوى عيسى نه لوظ واخيست، او ښه پوخ لوظ مو ترې واخيست). [الأحزاب سورت: 7 آیت] او د هغه وينا: ﴿شَرَعَ لَكُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِۦ نُوحٗا وَٱلَّذِيٓ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ وَمَا وَصَّيۡنَا بِهِۦٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰٓۖ أَنۡ أَقِيمُواْ ٱلدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُواْ فِيهِۚ كَبُرَ عَلَى ٱلۡمُشۡرِكِينَ مَا تَدۡعُوهُمۡ إِلَيۡهِۚ ٱللَّهُ يَجۡتَبِيٓ إِلَيۡهِ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِيٓ إِلَيۡهِ مَن يُنِيبُ 13﴾ (تاسو ته يې هماغه دين ټاكلى (بيان كړى) چې په هغه سره يې نوح ته سپارښتنه كړى وه، او هغه چې تا ته مو وحى كړې، او چې په هغه سره موږ ابراهيم، موسى او عيسى -علیهم السلام- ته سپارښتنه كړې وه، چې (همدغه) دين قائم كړئ او اختلاف مه پكې اچوئ، مشركانو باندې هغه خبره ډېره درنه ده چې ته يې وربلې، څوک چې الله يې وغواړې خپل لور ته يې غوره كوي او خپل لور ته يې هدايت كوي څوك چې هغه ته ورګرځي). [الشوری سورت: ۱۳ آیت].
او له دوی چې د چا نوم نه پيژنو؛ نو اجمالي ایمان پرې لرو، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلٗا مِّن قَبۡلِكَ مِنۡهُم مَّن قَصَصۡنَا عَلَيۡكَ وَمِنۡهُم مَّن لَّمۡ نَقۡصُصۡ عَلَيۡكَۗ...﴾ (او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړي او د ځينو مو نه دي درته بيان كړي...) [غافر سورت: ایت 78].
دریم: د دوی د هغو خبرو تصدیق چې صحت یې ثابت دی.
څلورم: د هغو په شریعت عمل کول چې موږ ته له دوی څخه رالیږل شوي دي او د دوی وروستی محمد -صلی الله علیه وسلم- دی چې ټولو خلکو ته لیږل شوی دی، الله تعالی فرمايلي: ﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا 65﴾ (نو، نه، په رب دې قسم تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني). [النساء سورت: ایت 65].
په پېغمبرانو ايمان ډېرې سترې ګټې لري، چې ځېني یې په لاندې ډول دي:
لومړۍ: د الله تعالی په رحمت او بندګانو ته د هغه په پاملرنې پوهېدل، چې دوی ته یې پیغمبران لیږلي، تر څو یې د الله تعالی لارې ته لارښوونه وکړي، او ورته وښایې چې څرنګه باید د الله - تعالی - عبادت وکړي؛ ځکه چې د انسان ذهن د دې په پوهیدو کې خپلواک نه دی.
دویمه: په دې لوی نعمت د الله تعالی شکر ویستل.
دریمه: د پيغمبرانو - علیهم الصلاة والسلام - سره محبت او د هغوی قدرداني کول، او د هغوی ستاینه په هغه څه سره چې مستحق یې دي، ځکه چې دوی د الله تعالی رسولان دي او د هغه عبادت کوي، د هغه پیغام رسوي او د هغه بندګانو ته نصیحت کوي.
ضد کوونکو د خپلو پیغمبرانو څخه انکار وکړ او ګمان یې وکړ چې د الله تعالی رسولان له انسانانو څخه نه وي! الله تعالی د دوی له دې ګمان څخه یادونه وکړه او پدې وینا سره یې باطل کړ: ﴿وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤۡمِنُوٓاْ إِذۡ جَآءَهُمُ ٱلۡهُدَىٰٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓاْ أَبَعَثَ ٱللَّهُ بَشَرٗا رَّسُولٗا 94 قُل لَّوۡ كَانَ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَلَٰٓئِكَةٞ يَمۡشُونَ مُطۡمَئِنِّينَ لَنَزَّلۡنَا عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَلَكٗا رَّسُولٗا 95﴾ (او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟ ووايه كه په ځمكه كې ملايکې په ډاډه زړه ګرځېدې نو مونږ به په دوى باندې له اسمانه يوه ملايکه رسول رالېږلى و). [الإسراء سورت: 94-95 آیتونه].
نو الله پاک دا ګمان پدې سره باطل کړ چې رسول باید انسان وي. ځکه چې د ځمکې خلکو ته رالېږل شوی او دوی انسانان دي، او که چیرته د ځمکې خلک ملاېکې وای، نو الله به دوی ته له آسمانه ملاېک رسول رالېږلي و، تر څو د دوی په څیر شي، همدا رنګه الله تعالی پیغمبرانو لره د دروغ ګڼونکو حکایت بیان کړ چې هغوی ویلي دي: ﴿...إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعۡبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأۡتُونَا بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٖ قَالَتۡ لَهُمۡ رُسُلُهُمۡ إِن نَّحۡنُ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأۡتِيَكُم بِسُلۡطَٰنٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ...﴾ (...نه یاست تاسي مګر زموږ په شان بشر ياست، غواړئ له هغه څه مو ايسار كړئ چې زموږ پلرونو یې عبادت کولو، پس يو څرګند دليل خو راته راوړئ. پېغمبرانو يې ورته وويل: موږ نه يو مګر ستاسو په شان بشر، مګر الله په خپلو بندګانو كې چې چاته وغواړي لورينه كوي، او موږ ته دا نه ده روا چې تاسو ته كوم دليل راوړو مګر د الله په حكم سره...) [إبراهيم سورت: ۱۰-۱۱ ايتونه].
*
د اخرت په ورځ ایمان
د آخرت ورځ: د قیامت ورځ ده، هغه چې خلک پکې د حساب او جزا لپاره راپورته کیدی شي.
او دا ورځ په آخرت سره ځکه یاده شوې ده چې؛ له هغې وروسته بله ورځ نشته؛ چې جنتیان به خپلو ځايونو کې میشت شي او دوزخيان به خپلو ځايونو کې.
او د آخرت په ورځ ایمان درې چارو ته شاملیږي:
لومړی: په بیا راژوندي کېدو ایمان: چې هغه د مړو ژوندي کېدل دي کله چې په شپیلۍ کې دویم پوکی وشي؛ نو خلک به د رب العالمین حضور ته پورته شي، په لوڅو پښو چې بوټان به یې نه وي، لوڅ او بې پردې، او پداسې حالت کې چې سنت به نه وي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿...كَمَا بَدَأۡنَآ أَوَّلَ خَلۡقٖ نُّعِيدُهُۥۚ وَعۡدًا عَلَيۡنَآۚ إِنَّا كُنَّا فَٰعِلِينَ﴾ (څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو). (د الأنبياء سورت: ۱۰۴ ايت)
بیا راپورته کېدل: ثابت شوی حق دی، چې قرآن، سنت او د مسلمانانو اجماع پرې دلالت کوي.
الله تعالی فرمایلي: ﴿ثُمَّ إِنَّكُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ 15 ثُمَّ إِنَّكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ تُبۡعَثُونَ 16﴾ (بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست. بيا د قيامت په ورځ تاسو راژوندي كول كېږئ). [المؤمنون سورت: 15-16 آیتونه].
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: «خلک به د قیامت په ورځ پښې ابل، بربنډ او نا سنت راپورته کیږي»[13]. متفق عليه. [۱۳] مسلم په كتاب الجنة، وصفة نعيمها وأهلها، باب فناء الدنيا، وبيان الحشر يوم القيامة، کې په (۲۸۵۹) شمېره روایت کړی دی.
مسلمانانو له مرګ نه وروسته د بیا راپورته کېدلو په ثبوت اجماع کړې ده؛ او حکمت هم دا تقاضا کوي چې الله تعالی دا مخلوقات بیا راژوندي کړي، تر څو دوی ته د هغه څه بدله ورکړي چې په هغه سره یې خپل پیغمبران ورلیږلي وو. الله تعالی فرمایلي دي: ﴿أَفَحَسِبۡتُمۡ أَنَّمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ عَبَثٗا وَأَنَّكُمۡ إِلَيۡنَا لَا تُرۡجَعُونَ 115﴾ (نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ) [المؤمنون سورت: 115 آیت] او خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته یې فرمایلي دي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِي فَرَضَ عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٖۚ...﴾ (بې شکه هغه ذات چې فرض کړی یې دی پر تا باندې دا قران، خامخا واپس کوي به تا لره ځای د واپسۍ ته...) [القصص سورت: 85 ایت].
دویم: په حساب او جزا ایمان: بنده سره د خپلو اعمالو حساب کیږي او بدله پرې ورکول کیږي، او پدې خبره کتاب (قران)، سنت او د مسلمانانو اجماع دلالت کوي.
الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ إِلَيۡنَآ إِيَابَهُمۡ 25 ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا حِسَابَهُم 26﴾ (بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي. بيا بېشکه د هغوی حساب زموږ په غاړه دی). [الغاشية سورت: ۲۵-۲۶ ایتونه] او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿مَن جَآءَ بِٱلۡحَسَنَةِ فَلَهُۥ عَشۡرُ أَمۡثَالِهَاۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجۡزَىٰٓ إِلَّا مِثۡلَهَا وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ 160﴾ (چا چې ښېګڼه وكړه نو هغه ته يې لس برابره (ثواب) دى، او څوك چې له بدۍ سره راغۍ نو له يو برابر پرته كومه (زياته) سزا نه وركول كيږي، او نه به كوم ظلم پرې وشي). [الأنعام سورت: ایت 160] او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَنَضَعُ ٱلۡمَوَٰزِينَ ٱلۡقِسۡطَ لِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ فَلَا تُظۡلَمُ نَفۡسٞ شَيۡـٔٗاۖ وَإِن كَانَ مِثۡقَالَ حَبَّةٖ مِّنۡ خَرۡدَلٍ أَتَيۡنَا بِهَاۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَٰسِبِينَ 47﴾ (او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو، نو بيا به په هيچا هېڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو، او پوره یو موږ حساب کوونکي). [الأنبياء سورت: ایت 47].
او له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې پیغمبر - صلی الله علیه وعلى آله وسلم - فرمایلي: «الله تعالی به مؤمن نږدې کړي نو خپله پرده به پرې واچوي - یعنې پټ به یې کړي - او وبه وایي: آیا هغه - فلانۍ - ګناه دې یاده شي؟ آیا هغه - فلانۍ - ګناه دې یاده شي؟ نو وبه وایي: هو ای ربه! تر دې چې په ګناهونو یې ترې اقرار واخلي، او دی به د ځان په اړه فکر وکړي چې هلاک شو، - ورته به - ووایي: په دنیا کې مې درباندې پرده اچولې وه، او زه یې نن ورځ - هم - درته بخښم، نو د نیکیو عملنامه به ورکړی شي، او په کافرانو او منافقانو به د خلکو په حضور کې اواز وکړی شي چې : دا هغه خلک دي چې په خپل رب یې دروغ ویلي وو، نو په ظالمانو دې د الله لعنت وي»[14] بخاري او مسلم روایت کړی دی. [14] بخاري په كتاب المظالم، باب قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: ﴿أَلَا لَعۡنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّٰلِمِينَ﴾، شمېره (2309)، او مسلم په كتاب التوبة، باب قبول توبة القاتل، وإن كثر قتله، شمېره (2768) کې نقل کړي.
او د نبي صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح سند سره روایت دی: «څوک چې د ښه کار اراده وکړي او بیا پرې عمل وکړي؛ الله -جل جلاله- یې له هغه سره لس نېکۍ ولیکي، تر اووه سوه چنده، او څو چنده زیاتې، او څوک چې د بدۍ اراده وکړي او بیا یې هغه وکړي؛ الله تعالی یې یوه بدي لیکي»[15]. [15] مسلم: كتاب الإيمان، باب إذا هم العبد بحسنة كتبت وإذا هم بسيئة لم تكتب، شمېره (131) کې نقل کړی.
او مسلمانانو په اعمالو د حساب او بدلې په ثبوت اجماع کړې ده، او دا د حکمت تقاضا ده، په حقیقت کې الله تعالی کتابونه نازل کړي، پیغمبران یې رالیږلي، او بندګانو ته یې امر کړی چې هغه څه چې دوی پرې راتګ کړی ومني، او په هغه څه عمل وکړي چې عمل کول پرې واجب دی، او له مخالفانو سره یې جنګ کول واجب ګرځولي د هغوی وینه، د هغوی اولادونه، د هغوی ښځې او د هغوی مالونه یې حلال ګرځولې دي، نو که چیرته حساب او جزا نه وي، دا به یو عبث کار و، چې حکیم رب ورڅخه پاک دی(د عبث څخه)، او دې ته الله تعالی پدې وینا سره اشاره کړې ده: ﴿فَلَنَسۡـَٔلَنَّ ٱلَّذِينَ أُرۡسِلَ إِلَيۡهِمۡ وَلَنَسۡـَٔلَنَّ ٱلۡمُرۡسَلِينَ 6 فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيۡهِم بِعِلۡمٖۖ وَمَا كُنَّا غَآئِبِينَ 7﴾ (نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو. نو خامخا به په علم سره ورته بیان وکړو او موږ غایب نه وو). (د الأعراف سورت: ۶- ۷ ايتونه)
دريم: په جنت او دوزخ ايمان، او دا چې د مخلوقاتو د پاره ابدي استوګن ځای دی.
جنت د نعمتونو هغه کور دی چې الله - تعالی - د پرهیزګارانو لپاره چمتو کړی، هغه کسان چې په هغه څه یې ایمان راوړی چې الله پرې ایمان راوړل فرض کړي دي، او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي، د الله لپاره اخلاص کوونکي، د هغه د رسول پیروي کوونکي دي، پدې - جنت - کې د نعمتونو بېلا بېل ډولونه دي «هغه څه چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي، او نه د انسان په زړه کې د هغې تصور شوی دی»[16]، الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُوْلَٰٓئِكَ هُمۡ خَيۡرُ ٱلۡبَرِيَّةِ 7 جَزَآؤُهُمۡ عِندَ رَبِّهِمۡ جَنَّٰتُ عَدۡنٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُۚ ذَٰلِكَ لِمَنۡ خَشِيَ رَبَّهُۥ 8﴾ (بېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي. د دوی بدله د دوی د رب په نزد د تل پاتې جنتونه دي چې لاندې به يې ويالې بهېږي، په هغو کې به تل تر تله اوسيږي. الله له دوی څخه راضي دی او دوی له الله څخه راضي دي. دا د هغه چا لپاره دی چې د خپل رب څخه ويريږي). [البينة سورت: 7-8 ايتونه] او الله تعالی فرمایلي: ﴿فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ 17﴾ (نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول). [السجدة سورت: 17 آیت]. [16] بخاري روایت کړی دی: کتاب التفسیر، باب د الله تعالی قول: ﴿فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ﴾، رقم (۴۵۰۱)، او مسلم: کتاب الجنة وصفة نعيمها وأهلها، رقم (۲۸۲۴).
او اور چې دی: نو هغه د عذاب کور دی، هغه چې الله کافرانو ظالمانو ته تیار کړی، هغوی چې په الله یې کفر کړی و او د هغه د رسولانو نافرماني یې کړې وه، په هغې کې داسې ډول ډول عذابونه او شکنجې دي چې د انسان خیال ته هم نه راځي، الله تعالی فرمایلي: ﴿وَٱتَّقُواْ ٱلنَّارَ ٱلَّتِيٓ أُعِدَّتۡ لِلۡكَٰفِرِينَ 131﴾ (له هغه اور نه ځان وژغورئ چې د كافرانو لپاره تيار كړاى شوی دى). [آل عمران سورت: ایت 131] او الله تعالی فرمايي: ﴿وَقُلِ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّكُمۡۖ فَمَن شَآءَ فَلۡيُؤۡمِن وَمَن شَآءَ فَلۡيَكۡفُرۡۚ إِنَّآ أَعۡتَدۡنَا لِلظَّٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمۡ سُرَادِقُهَاۚ وَإِن يَسۡتَغِيثُواْ يُغَاثُواْ بِمَآءٖ كَٱلۡمُهۡلِ يَشۡوِي ٱلۡوُجُوهَۚ بِئۡسَ ٱلشَّرَابُ وَسَآءَتۡ مُرۡتَفَقًا 29﴾ (او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېر دي او كه (له تندې) فرياد كوي نو په داسې اوبو به يې پالنه وشي لكه د تېلو خټ چې مخونه وريتوي، (دا) ډېر بد څښاك او ناوړه استوګنځى دى). [الكهف سورت: ایت 29] او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمۡ سَعِيرًا 64 خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا 65 يَوۡمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمۡ فِي ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَٰلَيۡتَنَآ أَطَعۡنَا ٱللَّهَ وَأَطَعۡنَا ٱلرَّسُولَا۠ 66﴾ (بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى، په هغې كې به تل تر تله وي، نه به دوی ته كوم دوست وي او نه مددګار. په هغه ورځ چې د دوی مخونه په اور كې اړول كېږي، وايي به كاشكې مونږ د الله او د رسول اطاعت كړى واى). [سورت احزاب: 64-66 ايتونه].
او د آخرت په ورځ ایمان لوی ثمرې لري، له جملې څخه یې:
لومړۍ: پیروۍ کولو ته لیوالتیا، او پرې ټینګار، د هغې ورځې د ثواب په تمه.
دویمه: د نافرمانۍ له عمل او پرې له خوښۍ څخه ویره، د هغه ورځې د عذاب له وېرې.
دریمه: مسلمان ته د هغه څه په اړه تسلیت ورکول چې له دنیا څخه یې له لاسه ورکوي، د هغه نعمتونو په بدل کې چې په اخرت کې یې د ثواب تمه لري.
کافرانو له مرګ نه وروسته له بیا راژوندي کیدلو څخه انکار کړی، پدې ګمان چې دا کار ناشونی دی.
حال دا چې دا ګمان باطل دی، په بطلان یې شریعت، حس او عقل دلالت کوي.
او له شریعت څخه: الله تعالی فرمایلي دي: ﴿زَعَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن لَّن يُبۡعَثُواْۚ قُلۡ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتُبۡعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلۡتُمۡۚ وَذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ 7﴾ (كافرانو دا خيال (او دعوا) كړې چې بيا به هغوى را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسي به را ژوندي كېږئ او څه مو چې كړي پر هغو به خبرېږئ او دا پر الله ډېره اسانه ده). [التغابن سورت:7 ايت]. او ټولو اسماني کتابونو پرې اتفاق کړی دی.
او له حس څخه یې دلیل دا دی چې الله تعالی ځینو بنده ګانو ته پدې دنیا کې د مړو ژوندي کول وروښودل. د البقرې په سورت کې د دې خبرې پنځه مثالونه بیان شوي دي، او هغه دا دي:
لومړۍ بېلګه: د موسی قوم چې کله يې هغه ته وویل: ﴿...لَن نُّؤۡمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهۡرَةٗ ...﴾ (...مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې الله تعالی ښکاره ونه وینو...) [البقرة سورت: 55 ايت] نو الله تعالىٰ هغوى مړه كړل، بيا يې راژوندي كړل، او پدې اړه الله تعالی بني اسرائیلو ته په خطاب کې وایي: ﴿وَإِذۡ قُلۡتُمۡ يَٰمُوسَىٰ لَن نُّؤۡمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهۡرَةٗ فَأَخَذَتۡكُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَأَنتُمۡ تَنظُرُونَ 55 ثُمَّ بَعَثۡنَٰكُم مِّنۢ بَعۡدِ مَوۡتِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ 56﴾ (او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسې وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې ښکاره الله ونه وینو، پس تاسې تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسې (ورته) کتل. بیا مونږ تاسې له مرګ نه وروسته راژوندي کړئ، د دې لپاره چې تاسې شکر وباسئ). (البقره سورت: ۵۵- ۵۶ ايتونه).
دویمه بیلګه: د هغه وژل شوي تن په قيصه کې چې بني اسرائیلو پکې اختلاف وکړ، نو الله تعالی امر وکړ چې غوا حلاله کړي، او ځینې برخې دې په ځینو نورو ووهي، نو هغه به ورته د خپل قاتل په اړه خبر ورکړي، تر څو د هغه چا په اړه خبر ورکړي چې دی یې وژلی دی، او پدې اړه الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِذۡ قَتَلۡتُمۡ نَفۡسٗا فَٱدَّٰرَٰءۡتُمۡ فِيهَاۖ وَٱللَّهُ مُخۡرِجٞ مَّا كُنتُمۡ تَكۡتُمُونَ 72 فَقُلۡنَا ٱضۡرِبُوهُ بِبَعۡضِهَاۚ كَذَٰلِكَ يُحۡيِ ٱللَّهُ ٱلۡمَوۡتَىٰ وَيُرِيكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ 73﴾ ((او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسې یو کس وژلی ؤ، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو. نو موږ وویل: د هغې (مړې غوا) په ځینو برخو یې ووهئ. همداسې الله مړي ژوندي کوي او تاسو ته خپلې نښې درښايي، د دې لپاره چې تاسو د عقل نه کار واخلئ). [البقرة سورت: 72-73 ایتونه].
دریمه بیلګه: د هغه قوم په قصه کې چې له مرګ څخه د تیښتې لپاره له خپلو کورونو ووتل او په زرګونو وو؛ نو الله تعالی هغوی مړه کړل، بیا یې ژوندي کړل، او په دې اړه الله تعالی فرمایي: ﴿أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَٰرِهِمۡ وَهُمۡ أُلُوفٌ حَذَرَ ٱلۡمَوۡتِ فَقَالَ لَهُمُ ٱللَّهُ مُوتُواْ ثُمَّ أَحۡيَٰهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضۡلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشۡكُرُونَ 243﴾ (آیا نه ګورې ته حال د هغو کسانو ته چې وتلي وو له خپلو کورونو نه، حال دا چې دوی په زرګونو وو د مرګ له وېرې، پس الله تعالی دوی ته وفرمایل، چې مړه شئ (پس مړه شول) بیا يې ژوندي کړل، بېشکه الله تعالی خامخا (خاوند) د فضل او مهربانۍ دی پر خلکو باندې، خو اکثره کسان شکر نه باسي). [البقرة سورت: 243 آیت].
څلورمه بیلګه: د هغه چا په قصه کې چې له یوه مړ کلي څخه تېر شو او دا یې ناآشنا وګڼله چې الله تعالی به یې بیا ژوندی کړي؛ نو الله جل جلاله هغه سل کاله مړ کړ، بیا یې ژوندی کړ او په دې اړه الله تعالی فرمایي: ﴿أَوۡ كَٱلَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرۡيَةٖ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحۡيِۦ هَٰذِهِ ٱللَّهُ بَعۡدَ مَوۡتِهَاۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِاْئَةَ عَامٖ ثُمَّ بَعَثَهُۥۖ قَالَ كَمۡ لَبِثۡتَۖ قَالَ لَبِثۡتُ يَوۡمًا أَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٖۖ قَالَ بَل لَّبِثۡتَ مِاْئَةَ عَامٖ فَٱنظُرۡ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمۡ يَتَسَنَّهۡۖ وَٱنظُرۡ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجۡعَلَكَ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِۖ وَٱنظُرۡ إِلَى ٱلۡعِظَامِ كَيۡفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكۡسُوهَا لَحۡمٗاۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعۡلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ 259﴾ (او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپور ته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې خو دې خوراك او څښاك ته دې وګوره چې لا ندي خراب شوي! او خره ته دې وګوره، او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو، او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى). (د البقرة سورت: ۲۵۹ آیت)
پنځمه بیلګه: د ابراهیم الخلیل په قصه کې، کله چې هغه له الله تعالی څخه وغوښتل چې هغه ته وښايي چې څنګه مړي راژوندي کوي؛ نو الله تعالی ورته امر وکړ چې څلور مرغان حلال کړي، او په شاوخوا غرونو یې برخې وویشي او بیا ورغږ کړي. نو دا برخې به یو له بل سره یوځای کیږي، او په تیزۍ سره به ابراهیم ته راځي، او په دې اړه الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِـۧمُ رَبِّ أَرِنِي كَيۡفَ تُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰۖ قَالَ أَوَلَمۡ تُؤۡمِنۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِن لِّيَطۡمَئِنَّ قَلۡبِيۖ قَالَ فَخُذۡ أَرۡبَعَةٗ مِّنَ ٱلطَّيۡرِ فَصُرۡهُنَّ إِلَيۡكَ ثُمَّ ٱجۡعَلۡ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٖ مِّنۡهُنَّ جُزۡءٗا ثُمَّ ٱدۡعُهُنَّ يَأۡتِينَكَ سَعۡيٗاۚ وَٱعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٞ 260﴾ (او كله چې ابراهيم وويل: اي ربه! ته راوښيه چې مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: آيا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډیرشي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كيږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي، او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى). [البقرة سورت: ایت 260].
نو دا هغه حقیقي فزیکي مثالونه دي چې د مړو راژوندي کیدل شوني دي، او موږ مخکې هم هغه څه ته اشاره کړې چې الله تعالی د عیسی زوی د مریم له نښو څخه د الله په اجازه د مړو په ژوندي کولو او له قبرونو څخه د دوی په راویستلو سره ښودلې وې.
او عقل له دوو اړخونو پدې دلالت کوي:
لومړی یې: دا چې الله د آسمانونو او ځمکې او څه چې په دوی کې دي پیدا کوونکی دی، له پېله د دوی خالق دی او له پېله پيدا کوونکی، له بېرته راګرځولو څخه نه عاجزیږي. الله تعالی فرماېلي: ﴿وَهُوَ ٱلَّذِي يَبۡدَؤُاْ ٱلۡخَلۡقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَهُوَ أَهۡوَنُ عَلَيۡهِۚ...﴾ (او هغه ذات دى کوم چې د پېدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده...) [الروم سورت : 27 ایت ]. او الله تعالی فرمایلي: ﴿...كَمَا بَدَأۡنَآ أَوَّلَ خَلۡقٖ نُّعِيدُهُۥۚ وَعۡدًا عَلَيۡنَآۚ إِنَّا كُنَّا فَٰعِلِينَ﴾ (څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو). (الأنبياء سورت: ۱۰۴ ايت) او په امر کولو سره یې په هغه چا د رد کولو په موخه وویل چې د هډوکو د بیا ژوندي کولو څخه انکار کوي کله چې هغه وراسته شي: ﴿قُلۡ يُحۡيِيهَا ٱلَّذِيٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٖۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلۡقٍ عَلِيمٌ 79﴾ (ورته ووايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى). (یس سورت: ۷۹ ايت)
دویم: دا چې ځمکه مړه او وچه وي، په هغې کې شنه ونه نه وي، نو باران پرې وشي؛ په خوځښت سره شنه او راژوندۍ شي، په دې کې له هرې تازه جوړې پیدا شي، څوک چې د هغې له مړینې وروسته د هغې د بیا ژوندي کولو توان ولري، د مړو د راژوندي کولو ځواک هم لري، الله -تعالی- فرمایلي: ﴿وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلۡأَرۡضَ خَٰشِعَةٗ فَإِذَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡهَا ٱلۡمَآءَ ٱهۡتَزَّتۡ وَرَبَتۡۚ إِنَّ ٱلَّذِيٓ أَحۡيَاهَا لَمُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰٓۚ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ 39﴾ (او د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته ځمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې موږ ورباندې اورښت وکړو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات دی چې دا يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندی كوونكى هم دى، بېشكه هغه په هر څه ځواکمن دى). (فصلت سورت: ۳۹ ايت) او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَنَزَّلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ مُّبَٰرَكٗا فَأَنۢبَتۡنَا بِهِۦ جَنَّٰتٖ وَحَبَّ ٱلۡحَصِيدِ 9 وَٱلنَّخۡلَ بَاسِقَٰتٖ لَّهَا طَلۡعٞ نَّضِيدٞ 10 رِّزۡقٗا لِّلۡعِبَادِۖ وَأَحۡيَيۡنَا بِهِۦ بَلۡدَةٗ مَّيۡتٗاۚ كَذَٰلِكَ ٱلۡخُرُوجُ 11﴾ (او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې، او هم مو پرې لوړې دنګې او د ګڼو وږو لرونکې خرماګانې زرغونې کړي دي. د بندګانو لپاره روزي ده او موږ پرې مړه شوې سيمه ژوندۍ كړه. همداسې به راوتل وي). [ق سورت: 9-11 آیتونه].
د آخرت په ورځې ایمان په هر هغه څه ایمان دی چې له مرګ څخه وروسته راځي لکه:
(الف) د قبر آزموينه: چې هغه د مړي له ښخولو وروسته د هغه د رب، دين او د هغه د پيغمبر په اړه پوښتنه ده. نو الله تعالی مؤمنان په ثابتې وینا سره ثابت پاتې کوي، نو فرمايي: زما رب الله دی او زما دین اسلام دی او زما پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی. او الله ظالمان ګمراه کوي، نو کافر به وايي: هاه، هاه، زه نه پوهیږم، او منافق یا شکمن به وايي: زه نه پوهیږم، ما د خلکو څخه یو څه اورېدل چې یو څه به یې وییل، نو ما هم وویل.
(ب) د قبر عذاب او نعمت: دا به (د قبر عذاب) د ظالمانو د پاره وي چې هغه همدا منافقان او کافران دي، الله تعالی فرمايي: ﴿...وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِي غَمَرَٰتِ ٱلۡمَوۡتِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓاْ أَيۡدِيهِمۡ أَخۡرِجُوٓاْ أَنفُسَكُمُۖ ٱلۡيَوۡمَ تُجۡزَوۡنَ عَذَابَ ٱلۡهُونِ بِمَا كُنتُمۡ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيۡرَ ٱلۡحَقِّ وَكُنتُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِهِۦ تَسۡتَكۡبِرُونَ﴾ (...او كه تا ليدلى چې كله داسې ظالمان د مرګ په سختيو كې (غوټې وهي) او ملايكې په غځولو لاسونو (ورته وايي) را و باسئ ساګانې مو! نن تاسو ته په شرموونكي عذاب بدله دركول كيږي ځكه چې تاسو به الله پورې ناحقه خبرې كولې او د هغه له آيتونو مو لويي (او سرغړونه) كوله). [الأنعام سورت: 93 آیت].
او د آل فرعون په اړه یې وفرمایل: ((يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ). [غافر سورت: 46 آیت].
همدارنګه په صحیح مسلم کې د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که چیرته داسې نه کیدای چې بیا به تاسو خپل مړي نه خښوئ نو له الله تعالی نه به مې غوښتنې و چې تاسو ته د قبر له عذاب څخه هغه څه درواوروي چې زه یې ترې اورم» بیا یې مخ راواړاوه، نو ویې فرمايل: «د اور له عذاب څخه الله ته پناه وغواړئ». هغوی وویل: د اور له عذاب څخه په الله پناه غواړو، هغه وفرماييل: «په الله (جل جلاله) د قبر له عذاب څخه پناه وغواړئ». هغوی وویل: د قبر له عذابه په الله پناه غواړو، هغه وفرمایل: «په الله تعالی له فتنو څخه پناه وغواړئ که هغه ښکاره وي او که پټې». هغوی وویل: په الله پناه غواړو له ښکاره او پټو فتنو څخه، هغه وفرمایل: «د دجال له فتنې څخه په الله تعالی پناه وغواړئ» هغوی وویل: د دجال له فتنې څخه په الله پناه غواړو[۱۷]. [۱۷] مسلم په: كتاب الجنة وصفة نعيمها وأهلها، باب عرض مقعد الميت من الجنة أو النار عليه وإثبات عذاب القبر والتعوذ منه، کې په (2867) شمیره روایت کړی.
او کوم چې د قبر نعمتونه دي: نو د ریښتینو مؤمنانو لپاره دي، الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ تَتَنَزَّلُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُواْ وَلَا تَحۡزَنُواْ وَأَبۡشِرُواْ بِٱلۡجَنَّةِ ٱلَّتِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ 30﴾ (بېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به ملايکې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله). [فصلت سورت: ایت 30].
او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿فَلَوۡلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلۡحُلۡقُومَ 83 وَأَنتُمۡ حِينَئِذٖ تَنظُرُونَ 84 وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُبۡصِرُونَ 85 فَلَوۡلَآ إِن كُنتُمۡ غَيۡرَ مَدِينِينَ 86 تَرۡجِعُونَهَآ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ 87 فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ 88 فَرَوۡحٞ وَرَيۡحَانٞ وَجَنَّتُ نَعِيمٖ 89﴾ (نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي 83 او تاسو په هغه وخت کې ګورئ 84 او موږ تاسو ته تر تاسو نږدې يو خو تاسو نه وينئ 85 نو ولې نه ده که چيرې تاسې کمزوري نه يوئ 86 هغه بېرته نه راوړئ که تاسو رښتيا ويونکي ياست 87 نو که هغه له مقربينو څخه وي 88 نو ده لره راحت، او خوشبويي او د نعمت جنت 89 [الواقعة سورت: 83-89 آیتونه].
او له براء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم د هغه مؤمن په اړه چې په خپل قبر کې د ملايکو ځواب ورکړي، وفرمایل: «له آسمانه یو غږ کوونکی غږ وکړي: چې زما بنده ریښتیا وویل، نو له جنت څخه ورته فرش - خپور - کړئ، د جنت جامې ورواغوندئ، او جنت ته یوه دروازه ورته پرانیزئ، ویې وییل: نو د -جنت- له آرامۍ او خوشبویۍ څخه به ورته راشي، او د سترګو د لیدو په اندازه به یې قبر ورته پراخه شي» دا حدیث احمد او ابو داود په یو اوږد حدیث کې روایت کړی دی[18]. [۱۸] ابو داود په كتاب السنة، باب المسألة في القبر وعذاب القبر، (4753) شمېره ، او أحمد په مسند الكوفيين، حديث البراء بن عازب، شمېره (18534) نقل کړی.
ځینې منحرف - خویه شوي - خلک ګمراه شول او د قبر له عذاب او نعمت څخه یې انکار وکړ، پدې ګمان چې دا ممکن نه دی، ځکه چې دا له حقیقت سره په ټکر کې دی، ویې ویل: که چیرته د مړي قبر راوسپړل شي نو همغسې به وموندل شي لکه څرنګه چې وړاندې و، او همدا رنګه قبر به په پراخیدو او یا تنګیدلو سره بدلون نه وي موندلی.
او دا ګومان په شریعت، حس او عقل سره باطل دی:
د شریعت له نظره: نو د قبر د عذاب او نعمت په اړه وړاندې دلیلونه تېر شول.
او په صحیح البخاري کې د ابن عباس - رضي الله عنهما - له حدیث څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: « پیغمبر- صلی الله علیه وسلم د مدینې په ځینو کوڅو کې ووت، نو د دوو انسانانو غږ یې واوریده چې په قبرونو کې یې عذاب ورکول کېده » او حدیث یې ذکر کړ، په هغه کې دي چې: «چې له هغوی دواړو څخه یو یې له ادرار (تشو متيازو) څخه ځان نه ساته» او په يو روايت کې دي: «له خپلو متیازو څخه (یې ځان نه ساته)» «او دا چې بل به يې چغلګري كوله» او د مسلم په روايت کې دي: «له بولو څخه یې ځان نه ساته»[۱۹]. [19] بخاري په كتاب الوضوء، باب ما جاء في غسل البول، (215) شمېره کې روایت کړی.
او له حس څخه دلیل: ویده انسان په خوب کې ګوري چې هغه په یو پراخه او زړه راښکونکي ځای کې وي، له نعمتونو څخه پکې خوندونه اخلي، او یا دا چې په یو تنګ وحشتناک ځای کې وي، چې ورڅخه ځوریږي، او کله د هغه څه له امله راويښ شي چې لیدلي یې وي. سره لدې هغه په خپله کوټه کې په خپله بستره باندې همغاسي پروت وي لکه څرنګه چې و، او خوب د مرګ ورور دی، لدې امله الله تعالی (مرګ) نومولی دی، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿ٱللَّهُ يَتَوَفَّى ٱلۡأَنفُسَ حِينَ مَوۡتِهَا وَٱلَّتِي لَمۡ تَمُتۡ فِي مَنَامِهَاۖ فَيُمۡسِكُ ٱلَّتِي قَضَىٰ عَلَيۡهَا ٱلۡمَوۡتَ وَيُرۡسِلُ ٱلۡأُخۡرَىٰٓ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمًّى...﴾ ((همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي...) (د الزمر سورت: ۴۲ ايت)
او له عقل څخه دلیل دا دی چې: په خوب کې خوب لیدونکی ریښتینی خوب ویني چې د حقیقت سره مطابقت لري. او ښایي هغه نبي صلی الله علیه وسلم د هغه په صفتونو سره وویني، او چا چې هغه د هغه د صفتونو مطابق ولید، نو داسې ده لکه چې هغه یې واقعا ولید، سره له دې، ویده انسان په خپله کوټه کې په بستره باندې له هغه څه نه لیرې وي چې په خوب کې یې لیدلي وي. که دا کار د دنیا په شرایطو کې ممکن وي، نو آیا د آخرت په شرایطو کې ممکن ندی؟!
او د دوی پدې ګمان باور چې که چیرته د مړي قبر راوسپړل شي؛ نو په هماغه حال به وموندل شي په کوم حال چې و، او قبر به هم هیڅ بدلون نه وي موندلی؛ نه په پراخیدلو او نه په تنګیدلو سره؛ نو د دې ګومان جواب له څو اړخونو نه دی:
لومړی: د هغه څه مخالفت روا نه دی چې شريعت پرې راتګ کړی وي، لکه داسې بې بنسټه شبهې چې که چیرته مخالفت کوونکی د هغه څه په اړه غور وکړي چې شریعت پرې راتګ کړی دی نو خامخا به د دې شبهو په بطلان پوه شي، او داسې ویل شوي دي:
ډیر د خلکو سمه وینا عیبجنه ګڼي
او د دې افت وجه نا سمه پوهه ده.
دویم: د برزخ حالات له غیبي چارو څخه دي؛ هغه چې حس یې درک کولای نه شي، که چیرته په حس درک کیدلای نو بیا به په غیبو ایمان هیڅ ګټه نه درلودله، او په غیبو ایمان لرونکي او ورڅخه انکار کوونکی به سره بیا د هغې په ريښتیا ګڼلو کې برابر و.
دریم: عذاب، نعمتونه، د قبر پراختیا او تنګي؛ یوازې مړی درک کولای شي نه بل څوک، او دا لکه څرنګه چې یو ویده انسان په خوب کې ګوري چې هغه په یو تنګ وحشتناک ځای کې وي، یا په پراخه او زړه راښکونکي ځای کې وي، او هغه څوک چې یې چاپیره وي هغه یې نه ګوري او نه پرې پوهیږي. او یقینا پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته به وحې کېدله پداسې حال کې چې هغه به د صحابه و تر منځه و، وحې به یې اوریدله، او صحابه و به نه اوریدله، او کله به ورته ملاېک د انسان په بڼه راغی او خبرې به یې ورسره کولې، او صحابه و به ملاېک نه لیده، او نه به یې غږ ورته اوریده.
څلورم: د مخلوقاتو ادراک د هغه څه پورې محدود دی چې الله تعالی یې د درک کولو توان ورکړی وي، او دا شونې نده چې ټول موجودات درک کړي، ځکه اووه آسمانونه، ځمکه، او څه چې پکې دي، او ټول شیان په حقیقي توګه د الله - تعالی - تسبیح وایي، الله یې له خپلو مخلوقاتو څخه ور اوروي هغه چاته چې وغواړي کله کله، سره لدې هغه زمونږ نه پناه دی، او پدې اړه -الله- تعالی فرمایي: ﴿تُسَبِّحُ لَهُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ ٱلسَّبۡعُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهِنَّۚ وَإِن مِّن شَيۡءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمۡدِهِۦ وَلَٰكِن لَّا تَفۡقَهُونَ تَسۡبِيحَهُمۡۚ...﴾ (اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ...) [الإسراء سورت: ایت 44] همدا رنګه شیطانان او پيریان په ځمکه کې په تګ راتګ سره ځغلي، او پيریان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حاضر شول او د هغه قراءت ته یې غوږ نیولی و، او چپ وو، او خپل قوم ته بیرته ویروونکي وروګرځیدل، لدې سره هغوی زمونږ نه پټ دي، پدې اړه الله تعالی فرمایي: ﴿يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ لَا يَفۡتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ كَمَآ أَخۡرَجَ أَبَوَيۡكُم مِّنَ ٱلۡجَنَّةِ يَنزِعُ عَنۡهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوۡءَٰتِهِمَآۚ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ إِنَّا جَعَلۡنَا ٱلشَّيَٰطِينَ أَوۡلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ 27﴾ (اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي). [الأعراف سورت:27 آیت] او کله چې مخلوقات ټول شته شیان نه شي درک کولای؛ نو ورته روا نده چې له ثابت شوو غیبې چارو څخه انکار وکړي، حال دا چې درک کړي یې ندي.
*
په تقدیر ایمان
قدَر (د دال په فتحې سره): د الله تعالی لخوا د مخلوقاتو اندازه کول، د هغه د مخکینۍ پوهې سره سم او څرنګه چې د هغه حکمت یې تقاضا کوي.
په تقدیر ایمان څلورو شیانو ته شاملیږي:
لومړی: په دې عقیده لرل چې الله تعالی په هر څه باندې، په اجمالي او تفصيلي ډول پوهه دی، همیش او د تل لپاره پوهیږي، برابره ده که هغه د الله تعالی د افعالو یا د هغه د بندګانو د کړنو سره تړاو ولري.
دویم: پدې ایمان چې الله تعالی دا په لوح محفوظ کې لیکلي دي، او د دې دوو چارو په اړه الله تعالی فرمایلي دي: ﴿أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ 70﴾ (آيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي). [الحج سورت: 70 آیت].
او په صحيح مسلم کې له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «الله د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیرونه لیکلي دي»[20]. [۲۰] مسلم په: كتاب القدر، باب حجاج آدم وموسى عليهما السلام، کې په: (۲۶۵۳) شمېره روایت کړی دی.
دریم: دا عقیده لرل چې ټول موجودات د الله تعالی له خوښې پرته شتون نه شي درلودلای، برابره ده که د هغه د کړنو سره تړاو ولري یا د مخلوقاتو د کړنو سره تړاو ولري، الله تعالی د هغه څه په اړه چې د هغه د فعل پورې تړاو لري فرمايلي دي: ﴿وَرَبُّكَ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُ وَيَخۡتَارُۗ...﴾(او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې...) [القصص سورت: ۶۸ آیت] او فرمایي: ﴿...وَيَفۡعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ﴾ (او الله چې څه وغواړي هماغه كوي). [إبراهيم سورت: 27 ایت] او فرمایي: ﴿هُوَ ٱلَّذِي يُصَوِّرُكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡحَامِ كَيۡفَ يَشَآءُۚ...﴾ (دا خو هماغه ذات دى چې د مېندو په ګېډو كې ستاسي صورتونه (شکلونه) چې څنګه يې خوښه وي همغسې يې جوړوي...) [آل عمران سورت: ایت 6]. او الله تعالی د مخلوقاتو د چارو په تړاو فرمایلي دي: ﴿...وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمۡ عَلَيۡكُمۡ فَلَقَٰتَلُوكُمۡۚ...﴾ (...او كه الله غوښتي واى نو حتماً به يې درباندې مسلط كړي او بيا به درسره جنګېدل...) [النساء سورت: 90 ايت] او فرمایي: ﴿...وَلَوۡ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُۖ فَذَرۡهُمۡ وَمَا يَفۡتَرُون﴾ (...او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده). [الأنعام سورت: 112 آیت].
څلورم: دا عقیده درلودل چې ټول مخلوقات د الله تعالی له خوا د هغوی د ذات، صفاتو او حرکاتو سره پیدا شوي دي، الله تعالی فرمایي: ﴿ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ 62﴾ (الله د هر شي پيدا كوونكى او همغه د هر څه ساتونكى دى). [الزمر سورت: 62 آیت] او الله پاک فرمایلي: ﴿...وَخَلَقَ كُلَّ شَيۡءٖ فَقَدَّرَهُۥ تَقۡدِيرٗا﴾ (...او هر څه هماغه پيدا كړي او برخليك يې ورته ټاكلى دى). (الفرقان سورت: ۲ ايت) او د خپل نبي ِابراهیم علیه السلام په اړه یې فرمایلي دي چې هغه خپل قوم ته وویل: ﴿وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ 96﴾ (حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم). [الصافات سورت: 96 آیت].
او په تقدیر ایمان -لکه څرنګه یې چې مونږ یادونه وکړه- د دې مخالفت نه کوي چې بنده دې په خپلو اختیاري کړنو کې اختیار او پرې توان ولري، ځکه شریعت او واقعیت دواړه ورته پدې دلالت کوي.
له شریعت څخه: الله تعالی د اختیار (مشیئت) په اړه فرمایلي دي: ﴿...فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا﴾(...نو چې د چا خوښه وي د خپل پالونکي لور ته د ورګرځېدو لار دې ونيسي). [النبأ سورت: 39 آیت] او فرمایي: ﴿...فَأۡتُواْ حَرۡثَكُمۡ أَنَّىٰ شِئۡتُمۡۖ...﴾ (...خپلو کروندو ته مو چې په کوم ډول (طریقه) خوښه وي، راشئ...). [البقرة سورت: 223 ایت] او د قدرت په اړه فرمایي: ﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ وَٱسۡمَعُواْ وَأَطِيعُواْ...﴾ (نو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او تابعداري وکړئ...) [التغابن سورت: ایت 16] او فرمایي: ﴿لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَعَلَيۡهَا مَا ٱكۡتَسَبَتۡۗ...﴾ (الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې پورته مسؤوليت نه متوجه كوي چا چې څه ښه كړيدي، د هغه ګټه د هماغه ده او چا چې څه بدي كړېده، د هغه ګناه پر هماغه ده...). [البقرة سورت: 286 ايت].
او له واقعیت(اصل حقیقت) څخه دلیل دا دی چې: هر انسان پدې پوهیږي چې هغه لره اختیار او ځواک شته، چې په دواړو سره کړنې تر سره کوي، او په دواړو سره یې پریږدي، او توپیر کولای شي د هغه څه تر منځه چې دی یې په خپله اراده تر سره کوي لکه مزل کول، او د هغه څه تر منځه چې د ده له ارادې پرته پېښیږي لکه: لړزیدل، مګر د بنده اراده او وړتیا د الله تعالی په ارادې او وړتیا سره ترسره کیږي. دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: ﴿لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ 28 وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ 29﴾ (له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي. او تاسو نه غواړئ مګر هغه څه چې الله، د عالمونو رب يې وغواړي). [سورت التکویر: ۲۸-۲۹ ايتونه] ځکه چې ټول کاینات د الله تعالی ملکیت دی؛ نو د هغه له پوهې او ارادې پرته هیڅ شی د هغه په ملکیت کې نه شي تر سره کېدلای.
او په تقدیر ایمان -لکه څرنګه یې چې مونږ یادونه وکړه- بنده ته دا دلیل نه جوړوي چې له واجباتو څخه دې څه پریږدي، او یا ګناهونه تر سره کړي، او پدې سره استدلال یې له څو اړخونو نه باطل دی:
لومړی: د الله تعالی قول دی: ﴿سَيَقُولُ ٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْ لَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشۡرَكۡنَا وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمۡنَا مِن شَيۡءٖۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ حَتَّىٰ ذَاقُواْ بَأۡسَنَاۗ قُلۡ هَلۡ عِندَكُم مِّنۡ عِلۡمٖ فَتُخۡرِجُوهُ لَنَآۖ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا تَخۡرُصُونَ 148﴾ (هغو كسانو چې شرك كړى وايي به كه الله غوښتي واى نه به موږ شرك كړى و، نه مو پلرونو او نه به مو كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكى هم چې كوم خلك وو همدغسې دروغ يې تړلي وو تر دې چې زموږ عذاب يې وڅكلو، ورته ووايه: آيا تاسو سره كوم علمي سند شته چې موږ ته يې راوباسئ؟ تاسي له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځئ او (په الله پورې) له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوئ). [الأنعام سورت: 148 آیت] او که چیرته هغوی سره په تقدیر باندې دلیل و نو هیڅکله به الله تعالی خپل عذاب نه وی ورڅکلی.
دويم د الله تعالی قول دی: ﴿رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا 165﴾(دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى). (النساء سورت: ۱۶۵ ايت) او که چیرته تقدیر د مخالفانو لپاره دلیل جوړیدلای نو د پيغمبرانو په لیږلو سره به یې دلیل نه و نفي شوی، ځکه د هغوی له لیږلو وروسته یې مخالفت د الله تعالی په تقدیر باندې شوی دی.
درېیم: د بخاري او مسلم روایت دی -او لفظ يې د بخاري دی- له علي بن ابی طالب رضي الله عنه څخه، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په تاسو کې هیڅ یو نشته مګر دا چې د هغه ځای له اور څخه یا له جنت څخه لیکل شوی دی» نو د قوم (صحابو) څخه يو سړي وويل: اې د الله رسوله! آیا مونږ توکل ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «نه، عمل کوئ، ځکه هر څوک (خپل عمل ته) اسان کړای شوی دی». بیا یې دا آیت ولوست: ﴿فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ 5﴾ (نو هغه څوک چې ور یې کړ حق او تقوا یې وکړه). [الليل سورت: 5 آیت]. او د مسلم په یو بل لفظ کې راځي: «فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ لِمَا خُلِقَ لَهُ»[21] «نو هر چا ته هغه څه اسانه کړل شوي دي چې د هغه لپاره پیدا کړل شوی دی». نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - په عمل کولو امر وکړ، او له - یوازې په امید له تکیه کولو یې منع وفرمایله. [۲۱] بخاري په کتاب القدر، باب وكان أمر الله قدرا مقدورا کې په (۶۶۰۵) شمېره، او مسلم په کتاب القدر، باب كيفية خلق الآدمي في بطن أمه وكتابة رزقه وأجله وعمله وشقاوته وسعادته کې په (۲۶۴۷) شمېره روایت کړی دی.
څلورم: الله تعالی بنده ته امر او نهې کړې، او مکلف کړی یې ندی مګر په هغه څه چې کولی یې شي، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ مَا ٱسۡتَطَعۡتُمۡ وَٱسۡمَعُواْ وَأَطِيعُواْ...﴾ (نو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او تابعداري وکړئ...) [التغابن سورت: ایت 16] او فرمایي: ﴿لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ...﴾(الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې پورته مسؤوليت نه متوجه كوي...) [البقرة سورت: 286 ايت] که بنده په عمل کولو مجبور وی، نو په هغه څه به مکلف ګرځول شوی و چې ځان به یې ترې نه شو خلاصولای، او دا خبره غلطه ده، لدې امله کله چې ترې کومه ګناه په ناپوهۍ، هیره، او یا اکراه سره تر سره شي، نو ګناه پرې نشته، ځکه چې هغه معذور دی.
پنځم: الهي تقدیر پټ راز دی، تر هغه پرې څوک نه پوهیږي تر څو چې مقدور شی واقع شوی نه وي، او د بنده اراده پر هغه څه چې کول یې غواړي مخکې وي؛ نو د یو عمل لپاره د ده اراده، د الله په تقدیر د ده پر پوهېدو بنا نده، نو دا مهال په تقدیر استدلال کول ناسم دي،ځکه ناپوهي د سړي لپاره دلیل نه شي جوړیدلی.
شپږم: موږ ګورو چې انسان د دنیا په چارو کې هغه څه ته لېواله دی چې ورته مناسب وي، تر څو یې تر لاسه کړي، او هغه څه ته ترې نه اوړي چې مناسب ورته نه وي، بیا ورڅخه له اوړیدو لپاره په تقدیر استدلال کوي؟ نو د دین په چارو کې بیا ولې د هغه څه نه اوړي چې د ده په کې فایده ده هغه څه ته چې ضرر یې پکې دی، او بیا په تقدیر دلیل نیسي! نو آیا دا دواړه چارې یو څېر ندي؟
دا مثال درواخله چې دا روښانه کوي:
که چېرته د انسان مخې ته دوه لارې وي: یوه یې داسې یو هیواد ته پای مومي چې ټوله ګډوډي وي؛ وژل، لوټل، د عزت سپکاوی، ویره، لوږه. او دویمه یې داسې یو هیواد ته پای مومي چې ټول: نظم، امنیت، هوسا ژوند، خلکو او ابرو، عزت او مالونو ته درناوی وي، نو کومه لاره به نیسي؟
دا به خامخا دویمه لار نیسي، کومه یې چې د نظم او امنیت هېواد ته رسوي، او هیڅ عاقل سړی به هیڅکله د ګډوډۍ او ویرې هیواد ته تللې لار ونه نیسي، او بیا به په تقدیر استدلال کوي. نو د آخرت په چارو کې ولې له جنت پرته اور ته تللې لار نیسي او استدلال په تقدیر کوي؟
بل مثال: ناروغ ګورو چې په درمل څښلو ورته امر کیږي؛ نو څښي یې، او زړه یې نه غواړي، او له هغه خوړو نه منع کیږي چې ضرر ورته رسوي؛ نو پریږدي یې، حال دا چې زړه یې ورته کیږي، دا ټول د روغتیا او سلامتیا د لاسته راوړلو په خاطر، او شوني نده چې د درملو له څښلو دې لاس ونیسي، او یا هغه خواړه وخوري چې ضرر ورته رسوي، او په تقدیر استدلال وکړي. نو ولې انسان هغه څه پریږدي چې الله او رسول ورته پرې امر کړی وي، او یا هغه څه کوي چې الله او رسول ترې منع کړی وي او بیا په تقدیر استدلال کوي.
اووم: په تقدیر هغه استدلال کوونکی چې واجبات یې پریښي وي، او یا یې ګناه کړې وي، که چېرته پرې یو څوک تیری وکړي او مال یې واخلي، او یا یې ابرو ته سپکاوی وکړي، بیا تیری کوونکی په تقدیر استدلال وکړي، او ووایي: ما مه ملامتوه، ځکه زما تیری د الله د تقدیر له مخې و، نو دلیل به یې ونه منل شي. نو څنګه په تقدیر استدلال نه مني کله چې پرې بل څوک تیری وکړي، او د خپل ځان لپاره پرې استدلال کوي کله چې د الله تعالی په حق تیری وکړي؟!
او ویل کیږي چې أمیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو غل وروستل شو چې د لاس پرې کولو مستحق و؛ نو د هغه د لاس په پرې کولو یې امر وکړ نو هغه وویل: صبر وکړه ای امیر المؤمنینه! ما د الله په تقدیر غلا کړې ده؛ عمر ورته وویل: او مونږ دې هم لاس د الله په تقدیر پرې کوو.
په تقدیر ایمان لویې ثمرې لري چې له جملې څخه یې ځیني دا دي:
لومړۍ: د اسبابو په ترسره کولو سره پر الله تعالی توکل کول، تر څو پخپله پر علت تکیه ونه کړي. ځکه هر څه د الله تعالی په تقدیر سره کیږي.
دویمه: سړی باید ځانته مغرور نه شي کله چې موخه لاسته راوړي؛ ځکه لاسته راوړل یې د الله تعالی لورینه ده چې د خیر او کامیابۍ اسباب یې ورته مقدر کړل، او پر ځان مغرور کېدل ورڅخه په نعمت شکر ویستل هیروي.
دریمه: ډاډ او روحي سکون، په هغه څه چې د الله تعالی د تقدیر له مخې پرې تیریږي؛ د یو محبوب شي په فوت کېدلو او یا د یو مصیبت په رسیدلو نه ګډوډیږي، ځکه دا د الله تعالی په تقدیر کیږي، هغه ذات چې د آسمانونو او ځمکې واک له هغه سره دی، او دا خامخا کېدونکی دی، او پدې اړه الله تعالی فرمایلي: ﴿مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فِيٓ أَنفُسِكُمۡ إِلَّا فِي كِتَٰبٖ مِّن قَبۡلِ أَن نَّبۡرَأَهَآۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ 22 لِّكَيۡلَا تَأۡسَوۡاْ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمۡ وَلَا تَفۡرَحُواْ بِمَآ ءَاتَىٰكُمۡۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخۡتَالٖ فَخُورٍ 23﴾ (هيڅ يو داسې مصيبت به (چاته) نه وي رسېدلى نه په ځمكه كې او نه ستاسي په ځانونو كې چې هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې نه وي، له هغه مخکې چې موږ يې پيدا كړو، دا كار په رېښتيا الله ته آسانه دى. د دې لپاره چې تاسو په هغه څه افسوس ونه کړئ چې له تاسو څخه تېر شوي او نه په هغه څه خوشحاله شئ چې تاسو ته يې دركړي دي. او الله هر متكبر فخر كوونكى نه خوښوي). [الحديد سورت: 22-23 ايتونه]، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خېر دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خېر دى»[۲۲]. [۲۲] مسلم: کتاب الزهد والرقائق، باب المؤمن أمره كله خير، په (۲۹۹۹) شمېره روایت کړی دی.
په تقدیر کې دوه ډلې ګمراه شوي دي:
یو له هغو څخه: جبریه ده، چې ویلي یې دي: بنده په عمل باندې مجبور دی او هغه پکې نه اراده لري او نه وړتیا.
دویمه: قدریه ده چې ويلي يې دي: بنده په عمل سره په اراده او قدرت کې خپلواک دی، او د الله جل جلاله مشیئت او قدرت پکې هيڅ اثر نه لري.
په لومړۍ ډله چې جبریه ده، شریعت او واقعیت دواړه رد کوي:
له شریعت څخه دلیل: دا دی چې الله بنده ته اراده او مشیئت ثابت کړي دي، او د عمل نسبت یې ورته کړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿...مِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلدُّنۡيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلۡأٓخِرَةَۚ...﴾ (....په تاسو كې خو هم چا دنيا غوښته او چا آخرت... ) [آل عمران سورت: ایت 152]، او الله تعالی فرمايي: ﴿وَقُلِ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّكُمۡۖ فَمَن شَآءَ فَلۡيُؤۡمِن وَمَن شَآءَ فَلۡيَكۡفُرۡۚ إِنَّآ أَعۡتَدۡنَا لِلظَّٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمۡ سُرَادِقُهَاۚ...﴾(او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېرې دي...) [الكهف سورت: 29 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿مَّنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا فَلِنَفۡسِهِۦۖ وَمَنۡ أَسَآءَ فَعَلَيۡهَاۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ 46﴾ (چا چې نېک عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې دى او چا چې بد وكړل نو (بد) هم پر هغه دي او ستا رب پر بندګانو ظلم كوونكى نه دى). [فصلت سورت: ایت 46].
او له واقعیت څخه دلیل دا دی چې: هر سړی د خپلو اختیاري عملونو په توپیر پوهیږي؛ هغه چې په خپله خوښه او اراده یې کوي لکه: خوراک، څښاک، پېر او پلور او هغه څه چې د هغه له ارادې پرته پیښیږي: لکه د تبې له امله لړزیدل او له بام څخه راغورځیدل، نو هغه په لومړي ډول عملونو کې د ارادې او خوښې خاوند دی پرته له کوم فشار څخه (یې تر سره کوي)، او په دویم کې چې څه ورته پیښیږي نه یې اختیار لري او نه هم اراده.
او په دویمه ډله چې (قدریه) ده هم له شریعت او عقل څخه رد دی:
له شریعت څخه: دلیل دا دی چې: الله تعالی د هر شي پیدا کوونکی دی، او هر شی د هغه په خوښه شتون مومي، او الله تعالی په خپل کتاب کې دا خبره بیان کړې ده چې د بنده ګانو افعال د هغه په مشیئت سره پيښیږي، نو هغه تعالی فرمایلي دي: ﴿...وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِم مِّنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ وَلَٰكِنِ ٱخۡتَلَفُواْ فَمِنۡهُم مَّنۡ ءَامَنَ وَمِنۡهُم مَّن كَفَرَۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلُواْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفۡعَلُ مَا يُرِيدُ﴾ (...او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافران شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي). [البقرة سورت: 253 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَلَوۡ شِئۡنَا لَأٓتَيۡنَا كُلَّ نَفۡسٍ هُدَىٰهَا وَلَٰكِنۡ حَقَّ ٱلۡقَوۡلُ مِنِّي لَأَمۡلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجۡمَعِينَ 13﴾ (او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو هر كس ته د هغه لارښوونه وركړې وه خو زما له خوا دا خبره حق ثابته شوه چې زه به خامخا جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو نه ډكوم). [السجدة سورت : 13 آیت].
او له عقل څخه دلیل دا دی چې: ټول کائنات د الله تعالی ملکیت دی، او انسان هم لدې کائناتو څخه دی، نو هغه هم د الله ملکیت دی، او دا نه شي کیدای چې مملوک دې د مالک په ملکیت کې د هغه له اجازې او خوښې پرته تصرف وکړي.
*
د اسلامي عقیدې موخې (هدفونه)
د هدف اطلاق په لغت کې په ګڼو معانیو سره کیږي، له هغې څخه یوه یې: (نخښه ده چې د ویشتلو په موخه ودرول کیږي، او یا هر شی چې مقصودي ګرځول شوی وي)
او د اسلامي عقیدې موخې: هغه اهداف او سپیڅلي مقصدونه دي چې په نتیجه کې ورباندې منګولې لګول مرتب کیږي، او هغه موخې ډیرې دي او بېلابېل ډولونه لري: له جملې څخه یې ځینې په لاندې ډول دي:
لومړی: یوازې د یو الله جل جلاله لپاره د نیت او عبادت خالصول، ځکه چې هغه خالق دی، هیڅ شریک نلري، نو موخه او عبادت باید یوازې د هغه لپاره وي.
دوهم: په زړه کې د دې عقیدې د نشتوالي له امله د ګډوډۍ څخه د ذهن او فکر خلاصول؛ ځکه د چا زړه چې لدې څخه خالي شو نو د هغه زړه خو یا له هر ډول عقایدو څخه خالي دی او یوازې د مادي شیانو عبادت کوونکی دی، او یا هم په ګمراهو عقایدو او خرافاتو کې ګنګس شوی ډوب دی.
دریم: رواني او فکري راحت، ځان به یې له تشویشونو او ذهن به یې له ګډوډيو خالي وي؛ ځکه چې دا عقیده مومن له خپل خالق سره نښلوي؛ نو خوښ به وي چې یو چار سازی رب او د قانون خاوند واکمن لري، نو زړه به یې د خپل تقدیر سره آرام وي او سینه به یې د اسلام لپاره پراخه وي. نو له هغه پرته بدیل ته اړتیا نلري.
څلورم: د الله تعالی په عبادت کې له انحراف څخه د نیت او عمل خوندیتوب او یا د مخلوقاتو سره په تعامل کې؛ ځکه چې د عقیدې له بنسټونو څخه پر رسولانو ایمان دی، چې په قصد او عمل کې د هغوی د سالمې لارې پیروي پکې شامله ده.
پنځم: په چارو کې ټېنګښت او جديت، تر څو د نیک عمل فرصت له لاسه ورنکړي، پرته له دې چې ګټه ترې واخلي. د ثواب په هيله، او د ګناه هیڅ ځای نه ويني مګر له هغه څخه لرې کیږي؛ د هغې له سزا څخه د ډار له امله؛ ځکه چې د دې عقیدې له بنسټونو څخه یو په بیا راژوندي کيدو او په کړنو باندې بدله ورکولو باندې اېمان لرل دي.
الله تعالی فرمایلي: ﴿وَلِكُلّٖ دَرَجَٰتٞ مِّمَّا عَمِلُواْۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعۡمَلُونَ 132﴾ (او هر چاته له خپلو كړو وړو درجې (ټاكل شوې) دي او ستا رب له هغو كارو چې دوى يې كوي بې خبره نه دى). [الأنعام سورت: ایت 132] او رسول الله صلی الله علیه وسلم دغې موخې ته په خپل قول کې ترغیب ورکړی دی: «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خېر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چېرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، مګر ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي». مسلم روایت کړی دی [۲۳]. [۲۳] مسلم په كتاب القدر، باب في الأمر بالقوة، وترك العجز، والاستعانة بالله، وتفويض المقادير لله، کې په: (2664) شمېره روایت کړی دی.
شپږم: د داسې یو پیاوړي امت رامنځته کول چې د خپل دين د ټېنګښت لپاره هر قیمتي او ارزانه لګښت کوي، تر څو یې ستنې غښتلې کړي، او پدې لاره کې چې هر څه وررسیږي پروا یې نه ساتي، پدې اړه الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمۡ يَرۡتَابُواْ وَجَٰهَدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّٰدِقُونَ 15﴾ (بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې (پوخ) ايمان راوړى وي بيا (هيڅ) شک ونه كړي او د الله په لار كې په خپلو مالو او ځانونو جهاد كوي، همدا خلک رېښتيني دي). [الحجرات سورت: ایت 15].
اووم: د افرادو او ډلو په اصلاح کولو سره د دنيا او آخرت د نیکمرغۍ لاسته راوړل او د اجرونو او عزتونو حاصلول، په دې اړه الله تعالی فرمايي: (چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو). [النحل سورت: 97 ايت].
دا د اسلامي عقیدې ځینې موخې دي، موږ له الله تعالی څخه تمه لرو چې دا موخې مونږ او ټولو مسلمانانو ته محققې کړي، هغه سخي او عزتمند ذات دی، او ټوله ستاینه یوازې الله لره ده؛ هغه ذات چې د عالمیانو رب دی.
وصلّى الله وسلّم على نبيّنا محمّدٍ وعلى آله وصحبه أجمعين.
د لیکوال په قلم سره دا لیکنه پای ته ورسیده.
محمّدٍ الصّالح العثيمين
Related books
All books
صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده48 ژبېصحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده
لیکنه بسم الله الرحمن الرحيم سریزه ټولې ستاینې یوازې الله لره دي، او درود او سلام دې وي پر هغه چا چې وروسته ترې بل نبي نشته، او د هغه پر کورنۍ او ملګرو (دې د الله درود او سلام وي).
الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين10 ژبېالله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين
الله - جل جلاله-؛ د مینه والو آرامتيا د الله جل جلاله ښکلي نومونه او د هغه غوره صفتونه له کتاب او سنت څخه عبدالله بن مشبب بن مسفر القحطاني د چاپ حقونه د لیکوال لپاره خوندي دي دویم چاپ ۱۴۴۱هـ ق – ۲۰۲۰ زیږدیز کال
المنهج الوجيــز9 ژبېالمنهج الوجيــز
بسم الله الرحمن الرحیم لنډ نصاب د نوي مسلمان لپاره د ټولګي تعلیمي نصاب بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله الذي هدانا للإسلام، ودلّنا إلى سبل السلام، وبعث فينا خير الأنام، صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا. أما بعد: موږ خوښ یو چې تاسو ته دا کورس وړاندې کوو چې ریښتینی دین (د اسلام دین) معرفي کوي او د هغه علمي او عملي اړتياوې بیانوي، د دې لپاره چې ستا د دین په پیژندلو کې ستا لپاره چابي او د اسلام د احکامو په پلي کولو کې درسره مرسته کوونکی شي. دا کورس تاسو ته دا شیان وړاندې کوي:
کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.9 ژبېکوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.
دا(موسوعه) د عقیدې د ټولو بنیادي او مهمو مسایلو د پاره یوه پراخه او ځانګړې ذخیره ده چې د عقیدې مسایل یې له سپیڅلي کتاب (قرآن کریم) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره تړلې دي، سربیره پر دې یې د عقیدې بنسټ په لنډه او ساده توګه ایښودی چې عقیده او اړونده مسائل یې په آسانو الفاظو سره بیان کړي، همدا رنګه پکې هڅه شوې چې موسوعه د فلسفي او کلامي مبحثونو څخه وساتل شي، او موخه یې دا ده چې د عقیدې اړونده موضوعګانې پداسې یو اسانه طریقه د مخاطبینو مخې ته کیږدي چې د ټولو علمي مستواو خاوندان ورباندې په تمامه معنی پوه شي.