المختصر في صفة العمرة وأحكامها

المختصر في صفة العمرة وأحكامها

د عمرې مختصره طرېقه او احکام یې

Language: lang_ps
Prepared by: د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
Version: 3.0
Translations 56
Amharic Assamese Azerbaijani Bambara +52
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

د عمرې مختصره طرېقه او احکام یې

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.

أما بعد:

موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده چې د معتمر (عمرې کوونکي) لپاره د عمرې څرنګه والی، احکام، اداب، او هغه څیزونه بیان کړو چې هغو ته اړتیا لري.

موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي.

د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه

پیلیزه

لومړی: د عبادت د قبولېدو شرطونه

عبادت د الله تعالی په دربار کې دوه شرطونو سره قبېلېږي:

اخلاص، عبادت یوازې د الله تعالې د رضا او د آخرت د ګټې لپاره وي، الله تعالی فرمایي: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي). [البينة: ۵]. يعنې: هغه ته او د هغه عبادت ته رجوع کول، له هغه پرته ټولو څخه مخ اړول. د سعدي تفسیر (مخ ۵۳۸)

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: «اعمال د نیتونو پربنسټ دي، او هر چا ته هغه ورکول کېږي چې هغه یې نیت کړی وي». [۲] بخاري، په شمېره (۱)، او مسلم، په شمېره (۱۹۰۷) کې روایت کړی.

د نبي صلى الله عليه وسلم پیروي په قول او عمل کې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». د مسلم په بل روايت کې دي (1718): «که څوک کوم کار وکړي او زمونږ د دين امر ورباندې نه وي نو هغه مردود دي». [۳] بخاري، په شمېره (۲۶۹۷) او مسلم، په شمېره (۱۷۱۸) کې روایت کړی. [۴] مسلم، په شمېره (۱۷۱۸) کې روایت کړی.

***

دویم: د عمرې د طریقې او احكامو زده کړه

څوک چې غواړي د الله لپاره عبادت وکړي، باید د هغه په اړه د نبي صلى الله عليه وسلم سنت زده کړي؛ ترڅو عمل یې د سنت سره مطابقت ولري، رسول الله صلى الله عليه وسلم خلک د خپلې پیروۍ او لارښوونو ته رابلل: مالک بن الحويرث رضي الله عنه روايت کوي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «داسې لمونځ وکړئ لکه څنګه چې تاسو ما وینئ چې زه لمونځ کوم». [۵] بخاري، په شمېره (۶۰۰۸) کې روایت کړی.

جابر رضي الله عنه روايت کوي او وایي: "ما نبي صلى الله عليه وسلم د حج پر ورځ ولید چې له خپل څاروي د پاسه یې جمرات ویشتل او ویل یې: زما د مناسكو پیروي وكړئ، ځكه ممكن د دې حج پرته زه بیا حج ونه کړم". [۶] مسلم، په شمېره (۱۲۹۷) کې روایت کړی.

***

درېیم: د عمرې فضیلت

عمره دو فضیلتونه لري: عام او خاص

عام فضیلت:

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «یوه عمره تر بلې عمرې پورې د دواړو تر منځ د ګناهونو كفاره ده، او مقبول حج ته جزا بې له جنت نه نشته». [۷] بخاري، په شمېره (۱۷۷۳)، او مسلم، په شمېره (۱۳۴۹) کې روایت کړی.

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «حج او عمره سره یوځای كړئ، ځكه دوى د بې وزلۍ او ګناهونو لرې كوونكي دي، لکه څنګه چې د اوسپنې او سرو زرو ناپاكي د اور په وسيله لرې کېږي». موضع نار الحداد والصائغ. التمهيد لابن عبد البر (15/ 102) [۹] ترمذي، په شمېره (۸۱۰)، او نسائي، په شمېره (۲۶۳۱) کې روایت کړی.

او خاص فضیلت په رمضان کې: د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د رمضان په مياشت کې یوه عمره زما سره د یو حج په برابر ده» یعني: زما سره د یوې حج په برابر ده، لکه څرنګه چې په بل روایت کې راغلي دي.

***

د عمرې طریقه

لومړی: د میقاتونو احکام

میقاتونه: هغه ځایونه دي چې نبي صلى الله عليه وسلم د حج او عمرې لپاره د احرام تړلو لپاره ټاکلي دي.

څوک چې د حج یا عمرې په نیت د دې میقاتونو له یوې څخه تېرېږي، نو باید له هغه ځایه احرام وتړي، او روا نه ده چې له هغه ځایه پرته له احرام څخه تېر شي.

څوک چې له دې میقاتونو څخه مکې ته نږدې وي: د هغه میقات د هغه خپل ځای دی؛ نو د حج او عمرې لپاره له هماغه ځای څخه احرام کوي.

د مکې اوسېدونکي او هغه څوک چې له مکې څخه احرام کوي: د حج لپاره له مکې او د عمرې لپاره له حِل (لکه تنعیم) څخه احرام کوي.

که څوک په الوتکه کې وي: هغه وخت احرام تړي لکه چې الوتکه میقات ته ورسېږي، نو میقات ته له رسېدو دمخه د احرام جامې چمتو کوي او اغوندي، کله چې میقات ته ورسېږي، نو سمدلاسه دې احرام وتړي او نیت دې وکړي، او د هغه لپاره دا جواز نلري چې تر هغه وخته پورې یې وځنډوي تر څو چې په هوایی ډګر کې ښکته شي، هغه کولی شي د میقات ته له رسېدو دمخه د تلبیه په ویلو سره احتیاطي تدابیر ونیسي، ځکه چې د الوتکې د سرعت له وجې د تلبیه ځای له لاسه ورکولو ویره شتون لري.

دویم: د احرام طریقه او احکام:

څوک چې غواړي احرام وتړي، لاندې احکام ټاکل شوي دي:

غسل: د نارينه او ښځو لپاره سنت ده، حتی حائضې او نفساء لپاره.

خوشبوی لګول: نارینه په سر او ږیره کې خوشبو استعمالولی شي، او د احرام څخه وروسته د خشوبویي اثر پاتېکېدل زیان نلري. خو د ښځو لپاره د خوشبویي استعمالول جواز نلري؛ ترڅو نامحرم نارینه یې بوی نه کړي.

د احرام جامې اغوستل، چې هغه د نارینه و لپاره لنګ او څادر دي، سنت دا ده چې سپینې پاکې وی او یا نوي وي. او ښځه دې د احرام لپاره هر هغه څه واغوندي چې زړه یې غواړي، خو چې زینت او تبرج په کې نه وي، او همدارنګه د نقاب او دستکشو اغوستلو څخه دې ډډه وکړي، او خپل مخ او لاسونه په بل څه پټ کړي.

احرام تړل ورسته له مشروع لمونځ څخه، که هغه د فرض لمونځ وي او یا نفل، او دا واجب نه دی.

او بیا وایي: (لبيك اللهم عمرة). او که د بل چا لپاره عمره کوي، باید ووایي: (لبيك اللهم عمرة عن فلان).

څوک چې غواړي احرام وتړي، او له کومې ستونزې څخه وېره ولري چې د هغه د حج یا عمرې د بشپړولو مخه به ونیسي، نو هغه باید د احرام د تړلو پر مهال دا شرط وتړي او ووایی: (لبيك اللهم عمرة، وإن حبسني حابس فمحلي حيث حبستني) "ای الله، زه د عمرې لپاره نیت کوم، زما د احرام نه وتلو ځای به هغه وي چې زه پکې بنده پاتی شم"، نو کله چې هغه شرط وکړي او یو څه پېښ شي چې هغه د خپل مراسم بشپړولو څخه منع کوي، نو هغه له احرام څخه وځي او هغه باندې هېڅ شی نشته.

"بیا به تلبیه (لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شريك لك لبیک، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك) [4] ډېر تکراروي، سړی باید په تلبیه کې خپل غږ لوړ کړي، او ښځه هم همداسې؛ په دې شرط چې نامحرم سړي نه وي. د احرام کوونکي لپاره مناسب ده چې تلبیه ډیره تکرار کړي، په ځانګړې توګه کله چې حالات او وخت بدلون مومي، لکه د لوړې ځای ته ختل، یا ټیټې سیمې ته ښکته کېدل، یا د شپې او ورځې په راتلو سره. د انسان د "لَبَّیْک" ویلو معنی دا ده چې اې زما ربه زه ستا بلنې ته بیا بیا ځواب ورکووم، دا د بندګۍ اطاعت او د الله په حکم باندې د تسلیمېدو څرګندونه ده. "إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكُ": -"الحمد" (ستاینه): دا د ستاینې وړ کس په کمال، مینې او درناوي سره بیانول دي، که دا تکرار شي، نو ستاینه بلل کېږي. "النعمة" (نعمت): دا هغه څه دي چې الله پاک خپلو بندګانو ته د مطلوبو شیانو د ترلاسه کولو او د ناخوښ شویو شیانو د له منځه وړلو په برخه کې ورکوي. "الملك" (بادشاهي): ټول ملکیت یواځې د الله تعالی لپاره دی. هغه یوازینی مالک، خالق او تدبیر کوونکی دی. "لا شريك لك" (ستا هېڅ شریک نشته): دا جمله ټاکي چې الله تعالی ته هېڅ ډول شریک نشته. نه په ذات کې، نه په صفاتو کې، او نه په ملک، خلقت، یا عبادت کې. ټول کمال يواځې د هغه ذات ځانګړتیا ده. د شیخ ابن عثیمین رحمه الله فتاوی او رسائل، ټوک ۲۲، مخ ۹۶ (لنډیز شوی).

په عمره کې د احرام تړلو له وخته د طواف تر پیل پورې تلبیه ویل جواز لري.

محرم باید محتاط وي چې د احرام په هېڅ ډول ممنوعاتو کې ښکېل نه شي تر هغه چې له خپل احرام څخه تحلل حاصل کړي.

درېیم: د طواف طریقه

کله چې محرم مسجد حرام ته ننوځي، نو د هغه لپاره سپارښتنه کېږي چې خپله ښي پښه مخکې کړي او جومات ته د ننوتلو دعا ووایی. یو له هغو معتبرو روایتو څخه چې پدې اړه روایت شوي دي دا دي چې ووایی: «اللهم افتح لي أبواب رحمتك»، «اې الله! زما لپاره د خپل د رحمت دروازې خلاصې کړه». دا دعا هر جومات ته د ننوتلو پر مهال ویل کېږي، او یوازې په حرم شریف پورې محدوده نه ده.

کله چې وغواړي طواف پیل کړي، نو تلبیه دې بنده کړي، او اضطباع دې وکړي، د اضطباع طریقه: سړی باید د خپل (څادر) منځنۍ برخه خپل ښي (تخرګ) لاندې تېر کړي، او څنډې دی یې په کیڼه اوږه باندې واچوي، کله چې طواف پای ته ورسېږي، نو څادر دې بېرته په معمول ډول (د طواف دمخه په څېر) حالت ته واړوي؛ ځکه چې اضطباع یوازې د طواف پر مهال مشروع ده.

بیا به حجر اسود ته لاړ شي او په خپل ښي لاس سره دې حجر الاسود لمس او ښکل کړي، که هغه ونه شي کولی چې ښکل یې کړي، نو په خپل لاس سره دې لمس کړي، او خپل لاس دې ښکل کړي، که هغه ونه شي کولی چې په خپل لاس سره یې لمس کړي، هغه دې په هغه څه سره چې ورسره وي لمس کړي، لکه (امسا) او یا ورته شی، او بیا دې ښکل کړي، که دا هم نشو کیدلی حجر الاسود ته دې مخامخ ودرېږي او خپل لاس سره دې ورته اشاره وکړي، خو نه دې یې ښکلوي، او غوره دا ده چې رش دې نه جوړوي چې خلکو ته هم تکلیف رسوي او ځان ته هم.

کله چې حجر الاسود لمسوي یا ورته اشاره کوي، هغه باید ووايي: "الله اکبر".

بیا دې ښي اړخ ته لاړ شي او کعبه دې خپل چپ اړخ ته پرېږدي، او کله چې یمانی رکن ته ورسېږي، هغه دې لمس کړي پرته له ښکلولو څخه، که دا ورته ممکنه نه وي، نو هغه دې ټېلې نه کوي، او اشاره دې هم ورته نه کوي.

د حجر الاسود او رکن یمانی ترمنځ دې ووايي: (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ). (زموږ ربه! مونږ ته په دنیا کې ښېګڼه (نیکمرغي، سلامتي، رزق) او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت، رحمت) راکړه، او مونږ د دوزخ له عذاب څخه وژغوره).

هر کله چې د حجر الاسود څخه تېرېږي، نو په خپل لاس دې ورته اشاره وکړي او ودې وایي: (الله اکبر).

او د خپل طواف په پاتې موده کې دې هغه ذکر او دعا او د قرآن تلاوت دې وکړي چې خوښوه یې وي.

سنت دا دی چې یوازې په لومړیو دریو ګردشونو کې په چټکۍ سره قدم وهل په لنډو ګامونو سره قدم ووهل شي، د پاتې څلورو ګردشونو کې چټک قدم وهل نشته، مګر د معمول په څیر قدم وهل دي.

کله چې یې طواف بشپړ کړ، مقام ابراهیم خوا ته دې لاړ شي او ودې وایي: (د ابراهیم علیه السلام له مقام (او درېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ). [البقرة: ۱۲۵] بیا که امکان ولري، دوه رکعته لمونځ به د مقام تر شا وکړي، که نه نو په جومات (مسجد حرام) کې یې په هر ځای کې کولی شي، په لومړي رکعت کې به له فاتحې وروسته ووایي: سورت [الكافرون: ۱] په دویم رکعت کې به له فاتحې وروسته ووایي: سورت [الإخلاص: ۱]

څلورم: د سعې طریقه

نو کله چې طواف او دوه رکعته لمونځ پای ته ورسوي، نو هغه مسعی ته ځي، کله چې صفا ته نږدې شو، دغه آیت دې تلاوت کړي: (یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي). [البقرة: ۱۵۸]. بیا دې ووايي: "أبدأ بما بدأ الله به"، «زه په هغه څه پیل کوم چې الله هغه باندې پیل کړی دی». «أَبْدَأُ ‌بِمَا ‌بَدَأَ اللهُ بِهِ» [۱۲]. «له هغه څه څخه پیل کوم چې الله په هغو پیل کړی دی». [۱۲] مسلم، په شمېره (۱۲۱۸) کې روایت کړی.

بیا دې صفا ته وخیژي تر دې چې کعبه ووینې او یا دې د کعبې طرف ته ځان برابر کړي او د الله تعالی وحدانیت او تکبیر دې ووایي، او ودې وایي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده»، «له الله پرته بل معبود نشته، او الله تر ټولو لوی دی، له الله پرته بل معبود نشته، چې یوازې دی او هېڅ شریک نه لري، پاچاهي د هغه ده او ستاینه هغه لره ده، او هغه په ​​هرڅه قادر دی، نشته بل معبود مګر یوازې یو الله، هغه خپله ژمنه پوره کړه، او د خپل بنده مرسته یې وکړه، او هغه یوازې احزابو ته ماتې ورکړه»، دغه ذکر دې درې ځله تکرار کړي، او د دې ترمنځ دې دعا وکړي. «‌لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ، ‌أَنْجَزَ ‌وَعْدَهُ، ‌وَنَصَرَ ‌عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ»، ثُمَّ دَعَا بَيْنَ ذَلِكَ. قَالَ مِثْلَ هَذَا ثَلَاثَ مَرَّاتٍ [۱۳]. «هیڅ معبود نشته مګر یوازې الله، هغه لره هېڅ شریک نشته، د ده لپاره بادشاهي ده او د ده لپاره ټوله ستاینه ده، او هغه په هر شي باندې قادر دی. هیڅ معبود نشته مګر یوازې الله،خپله وعده یې پوره کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه، او یوازې یې د دښمنانو ډلې ته ماته ورکړه»، بیا یې د دې په منځ کې دعا وکړه. دا دعا به یې درې ځله ویله. [۱۳] مسلم، په شمېره: (۱۲۱۸) کې روایت کړی.

بیا دې له صفا څخه ښکته شي او مروه ته دې لاړ شي نو کله چې شنې نښې ته ورسېږي، نارینه دې خپل تګ ګړندی کړي تر هغه چې دویمې نښې ته ورسېږي، بیا دې خپل تګ عادي کړي، او د ښځو لپاره ګړندی تګ جواز نلري.

نو کله چې مروه ته ورسېږي هغه کارونه یې چې په صفا کې ترسره کړي و مروه کې دې هم ترسره کړي. (دویمه فقره).

بیا دې له مروه څخه صفا ته ښکته شي، او کله چې شنې نښې ته ورسېږي، نارینه دې خپل تګ ګړندی کړي تر هغه چې دویمې نښې ته ورسېږي، بیا دې خپل تګ عادي کړي.

او همداسې تر هغه چې اووه ګردشونه بشپړ کړي، له صفا څخه مروه ته تګ یو ګردش دی، او له مروه څخه صفا ته راستنیدل بل ګردش دی.

او په خپله سعی کې یې چې هر ذکر، دعا، او د قرآن تلاوت خوښ وي ودې یې کړي.

پنځم: د وېښتانو خریل او یا لنډول:

که چېرې معتمر خپل طواف او سعی بشپړ کړي، نو باید خپل سر وخریي یا یې لنډ کړي که هغه نارینه وي، سنت دا دی چې ټول سر وخریي یا یې لنډ کړي.

د سر خریل د لنډولو څخه غوره دی، مګر دا چې د حج وخت دومره نږدې وي چې د سر د وېښتانو د ودې لپاره کافي وخت نه وي؛ نو دا غوره ده چې وېښتان لنډ شي.

اما ښځه، نو هغه دې د خپلو وېښتانو د څنډو څخه د ګوتې د سر په اندازه لنډ کړي.

د احرام ممنوعات

د احرام ممنوعات عبارت دي له:

د بدن د هرې برخې څخه د وېښتانو خریل، لنډول او یا ایستل.

د پښو یا لاسونو ټول یا ځینې نوکان لنډول.

سر د هغه څه سره پوښل چې ورسره تړلی وي، لکه خولۍ، پګړۍ، یا په سر باندې څادر اچول، یا رومال، کمپله، کارټن، یا بل څه چې د پوښلو لپاره وي. دا په نارینه وو پورې اړه لري، نه په ښځو پورې.

د بدن سره سم منظمې جامې اغوستل؛ په خپل عادي بڼه کې، لکه: یوه جوړه شوې جامې، پرتوګ، پتلون، کمیس، جرابې، او دستکشې. دا په نارینه وو پورې اړه لري، نه ښځو پورې؛ هغه یوازې د لاندې څیزونه څخه منع ده:

نقاب، برقع، یا هغه څه چې د مخ د پوښلو لپاره د نقاب په څیر استعمالیږي اغوستل، او د نامحرمو سړیو په وړاندې ښځه باید خپل مخ د اعتيادي مخپوښ سره وپوښي؛ دا پوښل حتی که مخ ته هم ښه ورسېږي، د هغې لپاره دا جواز نلري چې په خپل سر باندې پټۍ یا ورته بل شی وتړي ترڅو د هغې مخ ته د مخپوښ د رسېدو مخه ونیسي؛ ځکه چې د هغې د مشروعیت لپاره هیڅ ثبوت نشته.

په لاسونو کې دستکشې اغوستل، او هغه باید خپل لاسونه د نامحرمو نارینه وو څخه د عبایې په دننه کولو سره پټې کړي.

په بدن او د احرام په جامو باندې د خوشبو لګول.

د ځمکني حیواناتو وژل، او یا ښکار کول، که څه هم هغه ونه وژني.

کوژدنه، د ځان لپاره یا د بل چا لپاره.

د نکاح تړون.

پرته له جماع څخه نږدېوالی؛ لکه ښکلول، او په شهوت سره لمس کول.

جماع، چې هغه په فرج کې وطی کول دي.

د عمرې د اعمالو لنډیز (یا به د کتاپ په پوښ کې وي او یا په اخرنۍ صفحه کې)

غسل کول.

خوشبوي استعمالول.

د احرام جامې اغوستل.

احرام، چې هغه په مناسکو کې د داخلېدو نیت دی.

تلبیه ویل.

طواف بیت الله الحرام.

دوه رکعته لمونځ کول د مقام تر شا.

د صفا او مروه تر منځ سعی کول.

د سر خریل او یا لنډول. والله أعلم وصلى الله وسلم على نبينا محمد.