دا داسې يو اړین پیغام دی چې د اسلام پر لنډې پېژندنې مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه یې بنسټونه، لارښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دا پیغام مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفينو ته د هغوی په ژبو د بېلابېلو ظروفو او حالاتو سره په هر ځای او وخت کې متوجه دی.
۱. اسلام د الله له لورې ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه يو تلپاتې الهي پيغام دی.
۲- او اسلام په یو جنس او قوم پورې خاص دین نه دی، بلکې ټولو خلکو ته د الله دين دی.
۳. اسلام هغه الهي پيغام دی چې د پخوانيو نبيانو او رسولانو عليهم السلام د رسالتونو بشپړونکی دی چې هغوی خپلو امتونو ته راوړي وو.
۴. د انبياوو عليهم السلام دين يو او شريعتونه يې جلا جلا دي.
۵. اسلام هم لکه د نورو ټولو انبیاوو علیهم السلام لکه: نوح، ابراهيم، موسی، سليمان، داود او عيسی عليهم السلام په څېر ايمان ته بلنه ورکوي چې بېشکه پالونکی هغه الله دی چې پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوندی کوونکی، مړ کوونکی او د پاچايۍ څښتن دی، او همغه دی چې چارې سمبالوي، او مهربانه لوروونکی ذات دی.
۶. همغه الله پاک پيداکوونکی او يوازې همغه د بنده ګۍ حقدار دی او دا چې له هغه سره د بل چا بنده ګي ونه شي.
۷. الله د هر هغه څه پيداکوونکی دی چې په کائناتو کې يې موږ وينو، يا يې نه وينو، او له هغه پرته ټول يې له مخلوقاتو څخه مخلوق دي، او الله اسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې پيداکړي دي.
. او الله پاک لره نه په پاچايۍ، نه په پېدايښت، نه په تدبير او نه په عبادت کې شريک شته.
۹. او الله پاک نه څوک زېږولي او نه له چا زېږېدلی او نه هغه لره کوم سيال شته او نه کوم مثال.
. او الله پاک په هيڅ شي کې منحل شوی ندی، او نه له خپل مخلوق څخه په هيڅ شي کې جسد شوی دی.
۱۱. الله تعالی پر خپلو بندګانو مهربانه او رحم کوونکی دی، ځکه يې رسولان رالیږلي او کتابونه يې نازل کړي دي.
۱۲. الله همغه پالونکی مهربان دی، يوازې همغه دی چې د قيامت په ورځ به له خلکو سره حساب کوي کله چې هغوی ټول له قبرونو څخه راپورته کړي، نو هر چا ته به يې د کړي خېر او شر بدله ورکړي؛ نو چا چې نېکۍ کړې وي په داسې حال کې چې مؤمن وي، هغه لره به تلپاتې لورېينې وي او چا چې کفر او ګناهونه کړي وي، هغه لره به په آخرت کې لوی عذاب وي.
۱۳. الله پاک آدم له خاورې پيداکړ، او له هغه وروسته يې اولاده همداسې زياتېدله، نو ټول خلک د خپل اصل له پلوه سره برابر دي، نه يو جنس پر بل جنس او نه يو قوم پر بل قوم غوراوی لري مګر د تقوا له مخې.
۱۴. او هر بچی پر فطرت پيداکيږي.
۱۵. او هيڅ بشر داسې نه دی چې ګناهکار وزېږول شي او يا ورته د بل چا ګناه په میراث پاتې شي.
۱۶. او د خلکو له پېدايښت څخه موخه دا ده: چې يوازې د الله عبادت وکړي.
۱۷. اسلام انسان ته عزت ورکړی -که نارېنه دی او که ښځېنه- او ټول حقونه یې ورته تضمین کړي دي، او هغه یې د ټولو اختياراتو، کړنو او تصرفاتو مسئوول ګرځولی، او هغه د هر هغه کار مسؤول ګرځوي چې خپل ځان ته يا نورو خلکو ته زيان ورسوي.
۱۸. او نارينه او ښځينه يې د مسؤوليت، بدلې او ثواب له پلوه سره برابر ګرځولي دي.
۱۹. اسلام ښځې ته درناوی ورکړی او ښځې يې د نارينه وو سيالانې ګرځولي او پر سړي يې له توان سره د هغې نفقه لازم کړې؛ نو د لور نفقه يې پر پلار او د مور پر بالغ توان لرونکي زوی او د مېرمنې پر مېړه واجبه کړې ده.
۲۰. مرګ د تل لپاره پناه کېدل ندي، بلکې هغه د عمل له کوره د بدلې کور ته تګ دی، مرګ جسد او روح دواړو ته رسيږي، د روح مرګ له بدن څخه جلا کېدل دي، چې بيا د قيامت په ورځ له را پاڅېدلو وروسته ورته بېرته راستنيږي، او له مرګ وروسته روح بل هيڅ جسد ته نه انتقاليږي او نه په بل جسد کې ننوځي.
۲۱. اسلام د ايمان سترو اصولو ته بلنه ورکوي، چې هغه دا دي: پر الله تعالی ايمان، پر ملائکو ايمان، پر الهي کتابونو لکه تورات، انجيل او زبور ـ د تحريف نه مخکې ـ او پر قرآنکريم ايمان، او پر ټولو انبياوو او رسولانو عليهم السلام ايمان لرل، د هغوی د دې لړۍ پر پای رسوونکي ايمان چې هغه د الله رسول؛ محمد صلی الله علیه وسلم دی او هغه د نبيانو او رسولانو د لړۍ پای ته رسوونکی دی، د آخرت په ورځ ايمان. او موږ پوهېږو چې که د دنيا ژوند د هرڅه پای وي، نو ژوندون او شتون به له هر اړخه بې ګتې و او په قضاء او تقدیر ايمان راوړل.
۲۲. انبياء عليهم السلام په هغه څه کې معصوم دي چې د الله له لوري يې رسوي، او له هر هغه څه څخه معصوم دي چې له عقل سره په ټکر کې وي او يا يې سالم اخلاق ردوي، او نبيان بندګانو ته د الله تعالی د امرونو په رسولو مکلف دي، او نبيان د ربوبيت او الوهيت له ځانګړنو څخه هيڅ ځانګړنه نلري؛ بلکې هغوی د ټولو انسانانو په څېر انسانان دي چې الله تعالی هغوی ته خپل پېغامونه وحي کوي.
۲۳. او اسلام يوازې د الله عبادت ته د لویو عبادتونو په اصولو سره بلنه ورکوي چې هغه: داسې لمونځ دی چې ولاړه (قیام)، رکوع، سجده، د الله ياد، د هغه ستاينه او دعاء ده چې يو څوک يې هره ورځ پنځه ځلې کوي، او دا چې په هغو کې ټول توپيرونه له منځه ځي؛ شتمن، بې وزله، مشر او کشر د لمانځه په يو صف (کتار) کې وي، زکات: چې د مال لږه برخه ده کومه چې له شرطونو او هغو اندازو سره چې الله د شتمنو په مالونو کې واجبه کړې ده او په کال کې يوځل بې وزلو او نورو خلکو ته ورکول کيږي. روژه چې هغه: له روژه ماتوونکو شيانو څخه د رمضان په مياشت د ورځې پر مهال بندېدل دي، چې په نفس کې اراده او صبر روزي. حج چې هغه: په ټول عمر کې يوځل په مکه مکرمه کې د بيت الله قصد کول دي پر هغه چا چې وس او توان يې لري او په دې حج کې ټول د خپل پيداکوونکي لوري ته په متوجه کېدو سره برابريږي او توپيرونه او نسبتونه پکې له منځه ځي.
۲۴. او د اسلامي عباداتو تر ټولو لويه ځانګړنه داده چې طريقه، وختونه او شرطونه يې الله تعالی ټاکلي او رسول صلی الله عليه وسلم خلکو ته رسولي، او تر نن ورځې پورې هيڅ انسان د زياتوالي او کموالي لاسوهنه پکې نه ده کړې، او ټولو پیغمبرانو عليهم السلام دغو لويو عبادتونو ته بلنه ورکړې ده.
۲۵. د اسلام رسول محمد چې د عبدالله زوی او د اسماعيل بن ابراهيم عليهم السلام له اولادې څخه دی، په مکه مکرمه کې په ۵۷۱ م کې زېږیدلی او هملته نبوت ورکړل شوی، مدينې ته يې هجرت کړی او له قوم سره يې د بوت لمانځنې په کړنو کې ګډون نه دی کړی خو په لویو کارونو کې به يې ورسره ګډون کاوه او له پيغمبرۍ مخکې يې هم غوره اخلاق درلودل چې قوم يې ورته امين وايه، کله چې څلوېښت کلن شو نبوت ورکړل شو او الله په لويونښانو (معجزو) د هغه تاييد وکړ، چې تر ټولو لويه معجزه يې قرآن کريم دی، او هغه د ټولو نبيانو له معجزو لويه او تر نن پورې پاتې معجزه ده، کله چې الله د هغه دين بشپړ کړ او رسول صلی الله عليه وسلم په پوره توګه ورساوه، نو نبي صلی الله عليه وسلم د درې شپېتو کلونو په عمر وفات شو او په مدينه کې خاورو ته وسپارل شو، رسول؛ محمد صلی الله عليه وسلم د نبيانو او رسولانو د لړۍ پای ته رسوونکی دی، الله تعالی له لارښوونې او حق دين سره لېږلی، ترڅو خلک د ناپوهۍ، کفر او بوت لمانځنې له تيارو څخه د توحيد او پوهې رڼا ته را وباسي او الله د هغه لپاره دا شاهدي ورکړې ده چې هغه د الله په امر را لېږل شوی بلونکی دی.
۲۶. او د اسلام هغه شريعت چې د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم راوړی، هغه د الهي پيغامونو او رباني شريعتونو پای ته رسوونکی او د بشپړتيا شريعت دی او پکې د خلکو د دين او دنيا سمون دی او هغه په لوړه درجه د خلکو د دينونو، وينو، مالونو، عقلونو او اولادونو ساتنه کوي، او هغه د ټولو مخکینيو شريعتونو منسوخوونکی دی، لکه څنګه چې مخکېني شريعتونه ځينې پر ځينو نورو نسخه شوي دي.
۲۷. او الله تعالی له هغه اسلام پرته چې رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی بل هيڅ دين نه مني؛ نو څوک چې له اسلام پرته بل دين ته غاړه ږدي هيڅکله به يې ترې قبول نه کړي.
۲۸. قرآن کريم هغه کتاب دی چې الله خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته وحي کړی، او هغه د رب العالمين کلام دی، الله تعالی پرې انسانان او پېريان ننګولي تر څو د هغه په څېر يا د هغه د يو سورت په څېر راوړي، او دغه ننګونه تر نن ورځې روانه ده، او قرآن کريم د زيات شمېر مهمو پوښتنو ځواب ورکوي چې په ميليونونو خلک يې حيران کړي دي، او قرآن عظيم تر نن ورځې په هغې عربي ژبه خوندي دی چې پرې نازل شوی و، يو حرف هم نه دی ترې کم شوی، او هغه چاپ شوی خپور شوی دی، او دا لوی عاجزوونکی کتاب دی چې په لوستلو يا د معناوو د ژباړې په لوستلو ارزي، لکه څنګه چې د رسول محمد صلی الله عليه وسلم سنت، ښوونې او سيرت خوندي او د باوري راويانو د لړۍ پر بنسټ رانقل شوي دي، او په همغه عربي ژبه چاپ شوي چې رسول صلی الله عليه وسلم پرې خبرې کولې او زيات شمېر ژبو ته ژباړل شوی دی، قرآن کريم او د رسول صلی الله عليه وسلم سنت دواړه د اسلام د احکامو او تشريعاتو لپاره يوازېنۍ سرچينې دي؛ نو اسلام د هغو خلکو له کړنو څخه نه اخېستل کيږي چې اسلام ته منسوب دي، بلکې له الهي وحي: قرآن عظيم او نبوي سنتو څخه اخېستل کيږي.
۲۹. اسلام له مور او پلار سره په نېکۍ امر کوي که هغوی دواړه مسلمانان هم نه وي او د اولاد په اړه سپارښتنه کوي.
۳۰. اسلام په وينا او کړنه کې که څه هم له دوښمن سره وي پر عدالت امر کوي.
۳۱. او اسلام له ټولو خلکو سره په نېکۍ کولو امر کوي او غوره اخلاقو او ښو کړنو ته بلنه ورکوي.
۳۳. اسلام د خوراک او څښاک پاک شيان حلال کړي دي او د زړه، بدن او کور پر پاکوالي يې امر کړی، له همدې امله يې نکاح حلاله کړې ده، لکه نبيانو عليهم السلام ته يې چې امر پرې کړی، چې هغوی پر هر پاک شي امر کړی دی.
۳۴. اسلام د نارواوو اصولو لکه پر الله شرک او کفر، د بوتانو عبادت، پرته له پوهې پر الله خبرې تړل، د اولادونو وژل، د محترم نفس وژل، په ځمکه کې فساد کول، کوډې، ښکاره او پټې بې حيايۍ، زنا او لواطت حرام کړي دي، او سود، د مردارې خوړل او د هغه څه خوړل يې حرام کړي چې د بوتانو او غلطو معبودانو لپاره ذبح کړل شوي وي، د خنزير غوښه او ټول پليت او ناپاک شيان یې حرام کړي دي، د يتيم مال خوړل، په پېمانه او تول کې کموالی یې حرام کړی دی، د خپلويو پرې کول يې حرام کړي او ټول نبيان عليهم السلام د دغو نارواوو پر حراموالي په يوه خوله دي.
۳۵. اسلام له بدو اخلاقو لکه درواغو، دوکې، غدر، خيانت، فرېب، حسد او ناوړه چل، غلا، بغاوت او تېري څخه منعه کړې ده او له هر ډول پليتو اخلاقو يې منعه کړې ده.
۳۶. اسلام د هغو مالي راکړو ورکړو څخه منع کوي چې سود، ضرر، دوکه، ظلم، فرېب پکې وي او يا د مصيبتونو او د ټولنو، قومونو او افرادو د عام ضرر لامل کيږي.
۳۷. اسلام د عقل د ساتنې او ټولو هغو شيانو د حرامووالي لپاره راغلی چې عقل خرابوي، لکه د شرابو څښل، او اسلام د عقل مرتبه لوړه کړې ده او هغه يې د تکليف مدار ګرځولی، او د خرافاتو او بوتانو له ځنځيرونو يې ازاد کړی دی. او په اسلام کې هيڅ داسې رازونه او حکمونه نشته چې يوازې تر يوې طبقې پورې اړه ولري او د بلې لپاره نه وي، د اسلام ټول حکمونه او فرمانونه د صحيح عقلونو سره سمون لري، او د عدالت او حکمت د غوښتنې مطابق دي.
۳۸. او د باطلو دينونو پېروان او یا پیران یې چې کله پر هغه څه پوهه ونه لري چې ترمنځ يې ټکر وي او يا هغه چارې چې عقلونه يې ردوي، نو بيا دا ګومان کوي چې دين له عقل څخه پورته دی او يا دا چې عقل لره د دين په پوهاوي او پر هغه د را چاپېرېدو کې هيڅ ځای نشته. سره له دې چې اسلام دين د عقل لپاره يوه داسې رڼا بللې ده چې لاره يې ورته روښانه کوي، نو د باطلو دينونو خلک له انسان څخه غواړي چې له عقل څخه خالي شي او د ځان تابع يې وګرځوي او اسلام بيا له انسان څخه غواړي چې عقل يې را بیداره کړي، تر څو حقيقتونه لکه څنګه چې دي همداسې يې وپېژني.
۳۹. اسلام صحيح علم ته لویه درجه ورکوي، او له نفسي غوښتنې څخه خالي علمي بحث ته هڅونه کوي، او زموږ په نفسونو او شاوخوا کايناتو کې نظر او فکر کولو ته بلنه کوي، او د پوهې لپاره صحيح علمي پايلې له اسلام سره ټکر نه دي.
۴۰. او الله عمل نه قبلوي او نه په آخرت کې ثواب پرې ورکوي مګر له هغه چا څخه چې پر الله يې ايمان راوړی وي، د هغه پيروي يې کړې وي او د هغه رسولان عليهم الصلاة والسلام يې رېښتيني ګڼلي وي او يوازې هغه عبادتونه قبلوي چې روا کړي يې وي؛ نو څنګه انسان پر الله کفر کوي او دا هېله لري چې ښه بدله به يې ورکړي؟ او له خلکو څخه د هيچا ايمان نه قبلوي مګر دا چې هغه پر ټولو نبيانو عليهم السلام ايمان راوړی وي او د محمد صلی الله عليه وسلم پر رسالت يې ايمان راوړی وي.
۴۱. پرته له شکه د ټولو الهي پېغامونو موخه دا ده چې حق دين د انسان مرتبه اوچته کړي، نو هغه يوازې د الله بنده وي کوم چې د ټولو کائناتو پالونکی دی او د انسان، مادې او خرافاتو له لمانځلو يې ازاد کړي؛ نو اسلام لکه څنګه چې ته وينې د اشخاصو سپېڅلتيا نه بيانوي او له خپلو مرتبو يې نه پورته کوي او نه له هغو څخه ارباب او معبودان جوړوي.
۴۲. الله په اسلام کې توبه روا کړې ده، توبه د انسان خپل پالونکي ته رجوع کول او ګناه پرېښودل دي، او اسلام خپل مخکې ګناهونه له منځه وړي، او توبه خپل مخکې ګناهونه له منځه وړي، نو اړتیا نشته چې د بشر پر وړاندې د انسان په ګناهونو اعتراف وشي.
۴۳. په اسلام کې د انسان او الله تر منځ يوه نېغ په نېغه اړيکه ده، چې هيچا ته اړتيا نشته تر څو ستا او د الله ترمنځ واسطه شي؛ نو اسلام موږ له دې څخه منع کوي چې له انسان څخه الله جوړ کړو او يا هغوی له الله سره په ربوبيت او الوهيت کې شريکان کړو.
۴۴. د دغې رسالې په پای کې دا خبره يادوو چې خلک د خپلو زمانو، قومونو او ښارونو له پلوه بلکې ټولې انساني ټولنې په خپلو فکرونو او موخو کې مختلفې دي، د ژوند په چارو او کړنو کې له يوبل څخه بېل دي، نو يو داسې لارښود ته اړتيا لري چې لارښوونه يې وکړي، او داسې نظام ته چې راټول يې کړي او داسې واکمن ته چې ساتنه يې وکړي او درنو رسولانو عليهم الصلاة والسلام دغه څه د الله له لوري د وحي له لارې په مخ وړل، د ښېګڼې او هدايت لارې ته يې د خلکو لارښوونه کوله او د الله پر شريعت يې خلک را ټولول او په حق يې د هغوی ترمنځ پرېکړې کولې، نو څومره يې چې د دغو رسولانو خبره منله د هغوی د الهي پيغامونو له زمانې سره نږدې همدومره يې په چارو کې سمون راتلو، او الله د خپل رسالت لړۍ د محمد صلی الله عليه وسلم پر رسالت پای ته ورسوله او د هغه د رسالت لپاره يې پاتې کېدل وليکل او هغه يې د خلکو لپاره لارښود، رحمت، رڼا او تر الله سبحانه وتعالی پورې د رسوونکې لارې لارښوونکی وګرځاوه.
۴۵. له همدې امله دې اې انسانه! دې ته رابولم چې يوازې الله لره رېښتينی د بل له بې ځايه پيروۍ او عادت څخه خالي ودرېږې، او پر دې پوه شه چې له مرګ نه وروسته دې خپل پالونکي ته ورګرځېدونکی يې او دا چې په ځان او شاوخوا کې دې وګوره؛ نو اسلام راوړه چې په دنيا او آخرت کې نېکبخته شې او که په اسلام کې داخلېدل غواړې نو پرتا يوازې دا ګواهي ورکول لازم دي چې له الله پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته او محمد د الله رسول دی، او له هر هغه څه څخه بېزاري اعلان کړې چې له الله پرته لمانځل کيږي، او باور ولرې چې الله ټول هغه خلک بېرته راپورته کوي کوم چې په قبرونو کې دي او دا چې حساب او بدله حق دي، کله چې دې دا ګواهي ورکړه؛ نو ته مسلمان شوې، نو بيا پرتا لازم دي چې د الله هغه عبادت وکړې کوم چې يې له لمانځه، زکات، روژې او حج څخه روا کړي دي که د حج وس ولرې.
د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.
71 ژبې
د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.
اسلام داسې يو مهم کتاب دی چې د اسلام پر داسې لڼډ تعريف مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه د هغه اصول، ښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دغه کتاب مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفو خلکو ته د هغوی په ژبو د ظروفو او حالاتو له اختلاف سره په هر ځای او وخت کې متوجه دی. له قرآن کريم او نبوي سنتو څخه پر دلايلو مشتمله نسخه ده. اسلام د الله له لوري ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه داسې تلپاتې الهي پيغام دی چې د رباني پيغامونو پای ته رسوونکی دی. اسلام ټولو خلکو ته د الله يو پيغام دی هغه فرمايي: او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق…
امام محمد بن عبدالوهاب. باب دی په فرضيت د اسلام کې ...او د الله تعالی دا قول: {او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي} د آل عمران سورت: ۸۵ آیت) او د الله تعالی دا قول: {او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي} [۲] (الأنعام: ۱۵۳) [1] آل عمران سورت ۸۵ آيت. [۲] الأنعام سورت ۱۵۳ آيت. مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي. او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی…
دا کتاب د ايمان هغه بنسټونه تشريح کوي چې په الله تعالی، د هغه پر ملاېکو، کتابونو، پېغمبرانو، د آخرت پر ورځ او پر تقدیر ايمان راوړل پکې شامل کړي، او هغه اساسي اصول وړاندې کوي چې پر مسلمان لازم دي چې عقيده پرې ولري او له مخې يې عمل وکړي، او د اسلامي عقيدې د ژورې پوهې له لارې له الله تعالی سره د اړيکې پر پياوړتيا ټينګار کوي.