إعداد خطيب ماهر
بسم الله الرحمن الرحيم إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلل فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان وسلم تسليمًا. اما بعد: کله چې خلکو په دوامداره توګه د چارو د سمونتیا لپاره یو څه ته اړتیا درلوده، نو شريعت ورته داسې یو څه راوړل چې دا اړتیا یې پوره کړي، لکه هغه څه چې د جمعې له خطبې سره تړاو لري، لدې امله د جمعې خطيب لوی مسؤوليت لري، چې له امله یې موږ د (ګټور لنډیز، د موذن، امام، خطیب، او د جوماتونو احکام په) ([1]) په…
This PDF is generated automatically from the book's text; its layout may differ from the printed edition.
بسم الله الرحمن الرحيم
إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلل فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان وسلم تسليمًا.
اما بعد: کله چې خلکو په دوامداره توګه د چارو د سمونتیا لپاره یو څه ته اړتیا درلوده، نو شريعت ورته داسې یو څه راوړل چې دا اړتیا یې پوره کړي، لکه هغه څه چې د جمعې له خطبې سره تړاو لري، لدې امله د جمعې خطيب لوی مسؤوليت لري، چې له امله یې موږ د (ګټور لنډیز، د موذن، امام، خطیب، او د جوماتونو احکام په) ([1]) په نوم کتاب چمتو کړ او بېلابېلو ژبو ته مې وژباړه: پدې کتاب کې ډیر موضوعات نغاړل شوي دي لکه: - https://islamcontent.com/ar/single-content/74839.
د جمعې لمونځ او مفهوم، د لمانځه وخت او ځینې هغه احکام چې د مکلف سره تړاو لري. د جمعې خطبه او د خطبې حکم، شرطونه، ارکان، سنتونه او د خطبې ژباړه. د خطیب علمي او اخلاقي ځانګړتیاوې، د خطبې او خطیب آداب، له خطبې څخه غرض او موخې او د خطبې چمتو کول.
او دا چې موضوع خورا زیات ارزښت درلود نو لومړي کتاب ته د پراختیا ورکولو او بشپړولو په موخه دا دویم کتاب د: (ماهر خطیب چمتو کول) په نوم راووت.
له الله تعالی څخه سوال کوو چې زموږ عمل صالح او خاص د خپلې رضا لپاره وګرځوي، او برکت پکې واچوي، والله أعلم، وصلى الله وسلم على نبينا محمد.
(د خُطبې اهمیت)
د جمعې منبر: په خلکو باندې د اغیزې له تر ټولو قوي - بلکې پخپله تر ټولو قوي - وسیلو څخه دی که چیرې په سمه توګه وکارول شي، ځکه چې خطیب خلکو ته هره اونۍ یو ځل د لږو یا ډېرو کلونو په اوږدو کې خطاب کوي، او هغوی ورته خپل اذهان پرانیستي او خپلې سینې یې ورته پراخه کړي وي، نو دوی له هغه څخه خپل پام نه اړوي حتی د کاڼو په لمس کولو سره هم ځان نه مصروفوي، او په تکراري او دوامداره توګه له هغه څخه نصیحتونه، وعظونه، پندونه او عبرتونه ترلاسه کوي.
او هغه بریالی او موفق خطیب چې الله تعالیٰ ورته قانع کوونکي اسلوب او پياوړی بیان ورکړی دی: له شک پرته به پر دوی خورا ژوره اغېزه وکړي، او ښايي دغه اغېزه پر زده کوونکو باندې د ښوونکي تر اغېزې او د ټولنیزو رسنیو تر اغېزې هم ډیره او پیاوړې وي؛ ځکه چې خطبه له یو لوی عبادت سره تړلې ده چې هغه لمونځ دی؛ او دا چې فصیح، ناصح او بلیغ خطیب له خلکو سره مخامخ خبرې کوي په داسې حال کې چې د دوی په وړاندې ولاړ وي، دوی د هغه د مخ تاثرات او د سترګو کتل ویني، نو د اورېدلو او لیدلو د حسونو له لارې پر دوی اغېزه کوي، د دوی زړونو او اذهانو ته لار پیدا کوي، او دوی د خطبې په ټوله موده کې هغه ته چوپ او په ځیر سره غوږ نیسي، او هغه دوی ته داسې عقلي او نقلي دلیلونه او براهین وړاندې کوي چې د هغو له لارې کولی شي - د الله تعالیٰ په اجازه - دوی قانع کړي او د دوی مفاهیم سم کړي.
بریالی او موفق خطیب: هغه څوک دی چې منبر یې د خیر او علم خپرولو یوه له ترټولو مهمو دروازو څخه ګرځولی وي او یوازې پر هغه پورې محدود نه وي، بلکې د خپل توان په اندازه د خېر او نیکۍ په هر ډګر کې ونډه او ګډون ولري، چېرته چې خیر وي، هغه به یې له مخکښانو څخه ومومې، او چېرته چې د الله لپاره قرباني وي، هغه به یې له سرتېرو څخه ومومې.
نو دا خطیب: هغه څوک دی چې د الله دین ته بلنې او مسلمانانو ته ګټې رسولو ته پاملرنه کوي - لکه څنګه چې انبیاء او رسولان (علیهم الصلاة والسلام) او د اسلامي امت لپاره مخلص علماء او دعوتګران وو - او هغه د خپلو اورېدونکو لپاره پر تجدید، جذبولو او تشویق کولو پوره لېواله وي.
نو ډېری داسې خطیبان شته چې د خطیب په شرطونو برابر وي خو خطبه یې هغه پایله نه لري چې تمه ترې کیږي؛ همدا رنګه خطیب ته په کار دي چې دا رسالت په رښتینولۍ او اخلاص سره پر مخ یوسي.
او په هره جمعه کې هغوی ته داسې یوه موضوع وړاندې کوي چې د هغوی احساساتو او اړتیاوو سره تړاو لري، او د هغوی زړونه ځانته راجلبوي، او د یوه کال په اوږدو کې پنځوس ځې له هغوی سره ګوري، نو آیا تر دې وسیلې بله کومه زیاته اغېزمنه وسیله شتون لري؟
نو د حیرانتیا خبره نه ده چې د جمعې خطبه د اسلام له خورا غوره نښانو او الله تعالی ته د دعوت، د هغه د شریعت د تبلیغ، او پر بندګانو د حجت قایمولو له تر ټولو مهمو میدانونو څخه دی، دا هغه څه دي چې د اسلام دښمنان یې هیله کوي د دوی په دین کې هم د دې په څېر څه وای، تر دې چې د هغو ګوندونو یوه مشر چې له اسلام سره جګړه کوي، ویلي دي: «آه، کاش چې زما سره د دې منبرونو په څېر وای؟!».
«علوم او صنایع د خپلو مقاصدو د شرافت او لوړتیا په اندازه شرافت او فضیلت مومي، او خطابت یو ډېر ستر او مهم مقصد لري، چې هغه حقایقو ته د خلکو لارښوونه کول، او هغه څه ته د هغوی هڅول دي چې په دې ژوند او هغه بل اخروي ژوند کې ورته ګټه رسوي.
او خطابت د سیادت او زعامت په وسایلو کې شمېرل کیږي..
نو په خطابت (خطبه ویلو) کې: لوی شرف دی، او د هغې شرف په دې کې دی چې ترسره کوونکی یې ځیرک، عالم او بلیغ وي» ([2]). - "الخطابة عند العرب"، لیکوال: محمد الخضر حسين: 178- 179.
او شریعت پر لمونځ کوونکي واجب کړي چې تاته غوږ ونیسي - اې خطیبه وروره ! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که تا د جمعې په ورځ خپل ملګري ته: چپ شه،وویل: په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ». متفق عليه ([۳]) او د لغوتَ معنا ده: یعنې د جمعې د لمانځه ثواب نه ترلاسه کوي. - بخاري: (934)، او مسلم: (851).
بلکې، خلکو ته سنت دي چې خپل مخونه ستا خوا ته راواړوي، او امام نووي، ابن المنذر او ابن عبدالبر -رحمهم الله- د علماوو اجماع نقل کړې چې دا مستحب عمل دی ([4]). - "المجموع": 4/ 447.
(د رحمٰن ذات ملاېکې تا ته غوږ دي، نو د هغوی قدر وکړه)
ستا لپاره همدا افتخار او فخر بس دی -اې د جمعې خطیبه- چې د رحمن ذات ملاېکې درته حاضریږي ترڅو ستا خطبو او وعظونو ته غوږ ونیسي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې راغلي دي ([5]): «کله چې د جمعې ورځ شي د جومات په دروازو کې ملایکي وي او یو د بل پسې -نومونه- لیکي، کله چې امام کیني کتابونه بند کړي او راشي وعظ ته غوږ ونیسي». - بخاري: (3211)، او مسلم: (850).
او کله چې ته دا احساس کړې: نو ستا په زړه کې به د خطبې قدر او عظمت پیدا شي، او د حق په ویلو، د امانت په ادا کولو، خلکو ته په نصیحت کولو، او د هغوی د پروا نه ساتلو او غوړه مالۍ نه کولو باندې به ستا حرص لا زیات شي.
نو ستا په څېر څوک دی - اې مبارک خطیبه -؟
الله پر خلکو تا ته غوږ نيول او ستا خبرو ته چوپ اوسېدل واجب کړي دي، تر دې چې هغوی يې له بوختېدلو څخه منع کړي دي که څه هم د وړو تيږو په اړولو سره وي، او ستا د خبرو پر مهال يې د منکر له مخنيوي څخه هم منع کړي دي، او خپلې ملايکې يې داسې ګرځولې دي چې تا ته غوږ نيسي!
او دا پر تا لازموي چې یوازې د الله تعالیٰ لپاره اخلاص ولرې، او په خپلو خطبو او وعظونو کې بشپړ نصیحت وکړې، او ستا د خطبو اصلي مقصد باید د الله تعالیٰ ذکر، خلکو ته وعظ کول، او هغوی ته د هغوی د دین په چارو او هغه څه پوهاوی ورکول وي چې د هغوی دنیا ورباندې اصلاح کیږي.
***
(کوم یو غوره دی: د خُطبې ارتجالي ویل که له پاڼې څخه د هغې لوستل؟)
بې له شکه چې له پاڼې څخه د خطیب په لوستلو کې ډېرې ګټې دي، او کېدای شي دا د ډېرو خطیبانو او ویناوالو لپاره تر ارتجالي ویلو ډېره مناسبه وي، او دا یو لیدل شوی او واقعي حقیقت دی.
او ارتجالي وينا د خطيب په تعامل او جذبه کې لوی تاثير لري، او دا کار –بې له شکه– د اورېدونکو د اغېزمن کېدو، جذبې او د احساساتو د پارېدو سبب ګرځي، او برعکس يې هم همداسې ده.
او دا څرګنده ده چې کله د اورېدلو او لیدلو حواس د پیغام په ترلاسه کولو کې سره یوځای شي، نو دا د موضوع په درک کولو، اغېزمنېدلو او ذهن کې د معلوماتو په ځای پر ځای کېدلو کې ډېر قوي وي، د دې پر خلاف چې یوازې یو حس وکارول شي. نو هغه خطیب چې ارتجالي (له یادو) خطبه وایي، خلکو ته مخامخ درېږي، او د سترګو له لارې ورته خطاب کوي، د هغه خطیب په پرتله ډېر تاثیر لري چې له کاغذ څخه خطبه وایي، او خلک ترې یوازې د اورېدلو له لارې معلومات ترلاسه کوي، او حتی دا ترلاسه کول (اورېدل) هم دومره قوي نه وي لکه څنګه چې د ارتجالي خطیب په حالت کې وي، ځکه چې د هغه غږ ډېر قوي او زیات اغیزناک وي.
او څوک چې څو ځله د ارتجال تجربه وکړي، او په خپل ارتجال کې ډېر تردد، بندېدل یا هېرېدل، او یا وېره او سخت اضطراب ومومي، او ونه ویني چې دا چارې د ورځو په تېرېدو او د ارتجال په ډېر تمرین سره کمېږي، نو خطبې دې ولولي، ځکه هر چا ته د ارتجال توفیق نه ورکول کېږي، او الله تعالی لکه څنګه چې د خلکو تر منځ مادي رزقونه وېشلي دي، د دوی تر منځ یې معنوي رزقونه هم وېشلي دي؛ لکه اخلاق، وړتیاوې، استعدادونه او همتونه.
(اته پړاونه (ګامونه) چې په خطابت کې د بریالۍ اداینې په لور لاره اسانوي او هواروي)
لومړی: پر دې د مرستې لپاره ریښتینې دعا کول، او الله تعالی ته په اخلاص او زارۍ سره پناه وړل.
دویم: په دې کې پر الله تعالی رښتینی توکل، او پر هغه غوره باور کول، او الله تعالی د خپل بنده له ګمان سره دی، او څوک چې پر هغه توکل وکړي، نو هغه ذات ورته بسنه کوي او د هر هغه څه په اړه ورته کافي دی چې دی ورته اندېښمن وي او غوښتنه یې کوي.
درېیم: ممتازو خطیبانو ته غوږ نیول او د دوی له تجربو څخه ګټه اخیستل.
څلورم: په یوازې ځان خطبه ویل، که څه هم په جومات کې د داخلي غږ لوړونکي له لارې وي، نو دا غوره ده، او که چېرې په منبر باندې وي، نو دا لا ډېره غوره ده.
پنځم: د احساساتو په څرګندولو او د عاطفې په پیاوړي کولو تمرین کول.
او ما په ويناوالۍ، وړاندې کولو او اثر کولو کې د برياليو کسانو په تر ټولو سترو رازونو کې فکر وکړ: نو ومې موندل چې د دې راز او لامل -د الله تعالی له توفيق وروسته- د هغو احساساتو پياوړتيا ده چې دوی يې لري، او په تفصيل سره نه په لنډيز سره، او د شرعي ضوابطو سره سم د خپلو احساساتو په څرګندولو کې د هغوی توان دی.
بېشکه چې د احساساتو پیاوړتیا: د بیان خاوند د هغې څرګندولو ته هڅوي، او د حکمت خاوند د هغې روښانه کولو ته هڅوي، نو زړونه په خپل سحر سره راجلبوي، او عقلونه په خپل ښایست او کمال سره اسیروي، او د کمزورو احساساتو خاوند؛ ډېر علم یې د هغه د احساساتو په مړینه سره مري، او په خلکو باندې یې اثر د هغه د احساساتو په مړینه سره له منځه ځي.
«نو پر خطیب واجب دي چې: د هغه څه په اړه چې بلنه ورته کوي له جذبې څخه ډک وي، او پر رښتینولۍ یې کلک باور ولري؛ ځکه هغه څه چې له زړه راوځي، زړه ته ننوځي، نو اړینه ده چې د خطیب جذبه د اورېدونکو له جذبې څخه پیاوړې وي؛ ترڅو پر هغوی اغېز وکړي او تنده یې ماته کړي، که نه نو هغوی به د هغه سستي احساس کړي، او د وینا اغېز به یې له منځه لاړ شي».
او د خیالاتو او احساساتو د لیکلو، په یوازېتوب کې له ځان سره د هغوی د ویلو، او بیا یوه خواخوږي ته د هغو د ښکاره کولو له لارې زیات تمرین ته اړتیا ده.
او احساسات هر کله چې بند او قید شي، وچ او ختم شي، او هر کله چې آزاد وي –په دې شرط چې د شرعي ضوابطو سره سم وي– نو راخوټېږي او بهېږي، نو ورقې په لیکنه او تصنیف سره، ممبرونه په خطابت او بیان سره، او خلک په مینه او مهربانۍ سره خړوبوي.
نو –زما خطیبه وروره– خپلو احساساتو او عواطفو ته پوره واک ورکړه؛ ترڅو په تا او نورو کې د ژوند، نوښت، ویښتیا، ودې او رحمت روح راژوندی شي.
نو هغه څوک چې احساسات يې قدرمن شول: اخلاق به يې غوره شي، نفس به يې عزتمند شي، دوستان به يې ډېر شي، دښمنان به يې کم شي، حجت به يې څرګند شي، بلاغت به يې پياوړی شي، او فصاحت به يې لوي شي.
شپږم: له صادق، عاقل، تجربه لرونکي او خواخوږي شخص څخه د نصیحت غوښتنه کول، چې عیبونه یې ورته وښيي ترڅو ډډه ترې وکړي، او ښېګڼې یې ورته وښيي ترڅو پرې ثابت پاتې شي او لا یې زیاتې کړي.
اووم: د خطبې وختي چمتو کول.
اتم: د خطبې چمتو کولو او وړاندې کولو طریقې اړوند کتابونو مطالعه کول ([6]). - وګورئ: المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد: 95، https://islamcontent.com/ar/single-content/74839.
(د خطبو د وړاندې کولو په پیل کې اندېښنه او اضطراب یو عادي او معمول کار دی)
د خطبو ویلو په پیل کې به تاسو اندېښنه او وېره احساس کړئ، او دا د ټولو انسانانو د طبیعت یوه برخه ده، او ممکن تاسو ته دا احساس پیدا شي چې دا تاسو ته د خلکو د کتلو او د خپلې علمي کمزورۍ د ګومان له اغېزو څخه دي.
او ښايي ستا خفګان او تشویش نور هم زیات کړي: ستا دا احساس چې خلک پدې پوهېږي او له خطیب څخه يې بد ګڼي، او کله کله دا خبره له تا څخه د هغوی د لرې کېدو لامل وګرځي.
او په دې کې هېڅ شک نشته: چې له الله سره ستا د زیات تړاو، پر هغه د توکل، رښتینې دعا، او اوږدمهاله تمرین سره به: وېره په بشپړه توګه له منځه لاړه شي، تردې چې ته به په خطبه کې د خوند اخیستلو مرحلې ته ورسېږې، او د جمعې ورځې ته به سترګې په لار وې ترڅو د خطابت خوند وڅکې.
نو دا بل څه نه مګر صبر دی، تر څو چې د انسان لپاره د توفيق خزانې او د کريم او وهاب سبحانه لورینې پرانېستل شي.
نو په پیل کې د جدي هڅو تنګستیا زغمل، د دې لپاره دي چې په پای کې د نعمتونو، لوړ مقام او نیکمرغۍ پراخي ترلاسه کړې.
او په خپل نفس کې ووایه: له تنګۍ وروسته پرته له خلاصون بل څه نشته، او د سختۍ له منځه تلل دي، او له ستړیا وروسته پرته له راحت بل څه نشته، او دا یوازې د یوې شېبې صبر دی، نو ته صبر كوه او زغم ولره، ترڅو پر منبرونو لوړ شې، او د الله لوري ته بلنه په زغرده بیان کړې، او الله رښتیا ویلي دي، او په خبره کې له الله څخه بل څوک ډېر ریښتونی دی: (او كوم كسان چې زموږ په لار كې ځان کړوي، خامخا به خپلى لارې ور وښايو) [العنكبوت سورت: ایت 69].
او قتادة -رحمه الله- څومره ښکلي ویلي دي: «اې د آدم زویه، که چېرته ته نه غواړې چې نېک کار ترسره کړې مګر په چستۍ سره، نو بېشکه ستا نفس ستړیا، سستۍ او ستومانۍ ته مایل دی، خو مؤمن هغه دی چې پر ځان زحمت باسي، او مؤمن هغه دی چې ځان پیاوړی کوي، او مؤمن هغه دی چې پر خپل ځان سختي کوي» ([7]). او له متشدد څخه موخه: یعنې د خیر په کارونو هغه پابند کس دی، چې پر خپل ځان یې په هغو کې همیشوالی لازم کړی وي. - "تفسير القرطبي": (1/251). او د قتادة -رحمه الله- اثر، ابو القاسم ابن بشران البغدادي (المتوفی: 430هـ) په "أماليه" (1454) کې روایت کړی دی.
(د خطابت له زیاتې وېرې څخه د خلاصون اسباب)
وېره - په ځانګړي ډول په پیل کې - لکه څنګه چې مخکې تېر شول، یوه ډېره اشنا او معمولي چاره ده، بلکې دا مثبته ده چې د خطبې په پاملرنې او د هغې لپاره په چمتووالي کې مرسته کوي، او پر ځان د حده زیات باور څخه د نفس سرکشي مهاروي، کوم چې د خلکو د سپک ګڼلو، د علمي موادو کیفیت ته د نه پاملرنې، او د مناسبو الفاظو او معناګانو د نه انتخابولو لامل کيږي.
خو په هره خطبه کې او د اوږدې مودې لپاره د وېرې دوام یوه منفي چاره ده -کوم چې په اوسني عصر کې د ټولنیزې وېرې په نوم یادیږي-: چې بايد د خلاصون لپاره یې اسباب وکارول شي لکه:
لومړی: د الله تعالی لپاره اخلاص، الله تعالی ته پناه وړل او ډیرې دعاګانې کول چې در په برخه کړي او په زړه دې سکون نازل کړي.
دویم: له خطبې څخه مخکې د ځینو اراموونکو څښاکونو لکه نعناع او داسې نورو څښل، ځکه چې دا د اضطراب او ویرې په ارامولو کې اغېزه لري.
دریم: د نیوکو اورېدلو ته ځان چمتو کول، او پرې خوښېدل؛ ترڅو د پرمختګ او نوښت لپاره یوه زینه وګرځي او له تېروتنې څخه نه وېرېدل.
څلورم: وختي راتلل، په دې کې شک نشته هغه خطیب چې وخت ته د ځان رسولو لپاره چټک راځي، ساه به یې لنډه وي، زړه به یې نا ارامه وي او داسې اندېښنه او اضطراب به ورسره وي چې آن د خطبې پر مهال به هم ورسره مل وي.
پنځم: خپل سر پورته کړه ترڅو خلک ووینې، او کله ناکله ارتجالي (پرته له پاڼې) خبرې وکړه، که څه هم په پیل کې درته ستونزمنه ښکاره شي، یا تېروتنې او تردد ولرې؛ ځکه تل یوازې د ورقې پورې محدود پاتې کېدل، او په زړورتیا سره حاضرینو ته نه کتل، ستا خبرو ته د اورېدونکو لېوالتیا له منځه وړي، او تا به تل د منبر له وېرې او ډار سره مخ ساتي.
او ځینو هغو خطیبانو چې په خطابت کې د کلونو تجربه لري، مګر له هغه څه څخه چې په پاڼه کې دي بهر نه وځي او اورېدونکو ته نه ګوري، دا څرګنده کړې ده چې دوی د هرې خطبې پر مهال وېره او اندېښنه لري بلکې وايي: د اندېښنې او وېرې له امله، زه په هره خطبه کې داسې احساس کوم لکه د لومړي ځل لپاره چې خطبه وایم!
خو د خپلو خطبو په پیل کې د خلکو مخونو ته مه ګوره، ځکه کېدای شي ستا نظر پر داسې چا ولګیږي چې ته ترې هیبت لرې نو وارخطا به شې، او کېدای شي تاته د خلکو کتل تا ووېروي؛ بلکې د دوی سرونو ته وګوره، پرته له دې چې د دوی په اشخاصو او سترګو تمرکز وکړې.
شپږم: منبر ته د پورته کېدو پرمهال په هغو منفي شیانو یا تېروتنو فکر مه کوه چې ښايي پېښ شي، بلکې د الله تعالی په اجازه په تمه کېدونکو مثبتو پایلو او هغو سترو ګټو ته فکر وکړه چې د خپلې خطبې له لارې به یې ترلاسه کړې، لکه خلکو ته ګټه رسول، او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شعیرې په قایمولو او د هغه (الله) لوري ته په بلنې ورکولو کې تاسو ته د الله تعالی توفیق.
اووم: له خطبې مخکې په سمه توګه تنفس وکړئ، داسې چې د پوزې له لارې ژوره ساه واخلئ، بیا د لنډو شېبو لپاره هوا بنده کړئ، او بیا یې ورو ورو بهر وباسئ، دا ډول تنفس د ذهني فشار (اضطراب) په لرې کولو کې خورا ډېره اغېزه لري؛ متخصصینو او د طب پوهانو ذکر کړي دي چې عادي تنفس دماغ ته له اوو څخه تر لسو لیترو پورې اکسیجن رسوي، په داسې حال کې چې د سم تنفس په حالاتو کې شاوخوا پنځه اویا لیتره اکسیجن رسوي، او دا د تشویش او اضطراب د هورمونونو کچه راټیټوي، او دا چاره تجربه شوې او موندل شوې ده چې د اضطراب، غم او تشویش په لرې کولو کې لویه اغېزه لري.
خو د خطبې پر مهال، هڅه وکړئ ژوره ساه په داسې ډول واخلئ چې د حاضرینو پام ځانته ونه ګرځوي، او هغه داسې چې د مناسبې وقفې پر مهال د خولې یا پوزې له لارې په چټکۍ او زیاته اندازه ساه واخلئ، بیا له دې ساه وروسته د خبرو بشپړولو ته دوام ورکړئ، او تقریباً په هره وقفه کې همداسې وکړئ.
(د هغو ناسمو نیوکو غوره حل چې تاسو ته متوجه کېږي)
که ته قانع شوې –زما خطیب وروره– په هغې پرېکړه کې چې تا کړې ده، یا هغه اسلوب کې چې تا خوښ کړی دی، یا هغې لاره کې چې تا غوره کړې ده، تر غور او فکر، او د تجربه لرونکو کسانو سره تر مشورې وروسته: نو نیوکه کوونکو او ملامتوونکو ته پام مه کوه؛ ځکه چې هېڅوک، هر څه چې وکړې، او هر څومره یې چې قدر او مقام لوړ وي، د خلکو له نیوکو څخه خوندي نه پاتې کیږي.
او که چېرې ته د هغوی نیوکو ته پام وکړې: همت به دې ضعیف شي، سینه به دې تنګه شي، او د پرمختګ او نوښت رغبت به له لاسه ورکړې.
او داسې هیڅ کتاب، مقاله او نه کوم بل عمل شته، مګر دا چې څوک شته چې عیب پکې راوباسي او نیوکه پرې وکړي.
او ته باید د نیوکه کوونکو سره په نرمۍ او درناوي چلند وکړې، او په هغې طریقه ورته ځواب ورکړې چې ډېره ښه وي، او هغه حق ومنې چې له هغوی سره دی او له دې څخه کبر ونه کړې، که څه هم نیوکه کوونکی ستا په وړاندې د کوم شأن او مقام خاوند نه وي.
(له خطبې نه مخکې د خطیب لپاره وصیتونه)
اې خطیب وروره! ته باید له خطبې مخکې ځینې چارې ترسره کړې، ترڅو له الله تعالی وروسته د هغو په مټ په منبر د درېدلو او د خپلو خطبو ویلو لپاره مرسته ترلاسه کړې، چې ځینې یې دا دي:
لومړی: دا په ذهن کې ولره چې ته د الله د پیغامونو رسولو او هغه ته د بلنې لپاره روان یې، او -کله کله- د الله تعالی دا وينا ولوله: (هغه كسان چې د الله پيغامونه رسوي او ترې ډاريږي او له الله پرته له بل چا نه ډاريږي) او -کله - د الله تعالی دا وینا ولوله: (او تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم). [فصلت سورت: 33 ایت].
او د الله تعالی وينا: (ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم). [يوسف سورت: 108 آیت]
او دا تا د لا زیات اخلاص، همت او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم پیروي ته هڅوي، او د خطابت د هغې سترې موخې په پام کې نیولو ته، د کومې لپاره چې الله تعالی خپل پېغمبران او رسولان رالېږلي دي، چې هغه د دین تبلیغ او خپرول دي، او دا په دنیا کې تر ټولو ستر منصب دی.
دویم: منبر ته د پورته کېدو څخه لږ مخکې له الله تعالی څخه دعا وغواړه چې تاته اخلاص، توفیق او سمه لار در په برخه کړي او په هغه څه چې ته یې وایې تا او نورو ته ګټه ورسوي؛ ځکه چې ډېر داسې خطیبان او ویناوال شته چې له خپلو خبرو څخه پند نه اخلي، او که پند هم واخلي، نو خپلې ویلې شوې خبرې ژر هېروي، په ځانګړې توګه کله چې پرې ډېر وخت تېر شي.
او تل له الله تعالی څخه سوال کوه: چې تا د فصاحت او بیان خاوند کړي.
درېیم: غالبا له خطبې ورکولو څخه ډېر وخت مخکې د خطبو د یوې ټولګې چمتو کول او کېدای شي د هغو د چمتو کولو او ویلو ترمنځ میاشتې یا کلونه وي.
او دا ځکه چې کله کومه موضوع ستا ذهن ته درشي، یا د لوستلو پر مهال له کومې ارزښتناکې فایدې سره مخ شې، یا کوم حدیث ستا پام راجلب کړي، یا په کوم آيت کې چې تا تأمل کړی وي: نو هغه سمدستي پرته له ځنډه ولیکه، ځکه چې په دې وخت کې احساسات په جوش کې وي، او افکار حاضر او له یو بل سره تړلي وي، او که چیرې په هغه وخت کې لیکنه وځنډوې، نو افکار او خیالونه به ضایع شي، او د هغو رایادول او ذهن ته راوستل به ستونزمن شي، بیا هغه څه ولیکه چې خاطر یې درته وړاندې کوي، بیا له هغې وروسته د علمي موادو په راټولولو پیل وکړه -بې له تکلفه- له قرآن او سنت او هغو علماوو له ویناوو څخه چې د هغوی د کتابونو، یا هغو کتابونو د لوستلو پر مهال دې د هغوی ویناوې موندلې دي چې له دوی څخه یې نقل کړی دی، او د اړتیا پر مهال په المکتبة الشاملة، یا انټرنټ کې پلټنه وکړه.
او قرآني آیتونو، نبوي حدیثونو، د سلفو ویناوو او آثارو، تاریخ او د معاصرو رباني علماوو خبرو ته پاملرنه وکړه، او په ځانګړې توګه په هغه څه کې چې په نویو پېښو او حوادثو پورې اړه لري.
نو هغه څه چې مو د خطبې له موضوع سره اړوند وموندل: هغه واخلئ او په کمپیوټر کې یې په یوه فایل کې، پرته له ترتیب او تدقیق څخه کېږدئ.
او تل د هغو موضوعاتو او فايدو په اړه همداسې کوه چې ذهن ته دې درځي یا درباندې تیریږي، او په همغه وخت کې هغه څه ولیکه چې ذهن ته دې راځي، پلټنه وکړه او هغه څه ولیکه چې توان یې لرې، بیا یې پریږده او خپل معمول لوستلو ته دوام ورکړه، نو که چیرې کومه فایده، یا آیت، او یا حدیث ومومې چې د هغو خطبو څخه په کومې یوې پورې تړاو ولري چې تا لیکلې وي یا دې د هغې ځینې برخې لیکلې وي: نو هغه ورسره اضافه کړه.
نو کېدای شي خطبه له تا سره څو کلونه پاتې شي، او په خپلو درسونو، محاضرو یا خبرو کې یې وايه، نو د هغې په ترڅ کې به درته داسې لطایف او ګټې روښانه شي چې تر دې مخکې به دې په ذهن کې نه وي تېرې شوي، او هغه څیزونه به در په یاد شي چې هېر کړي دې وو، او کله چې یې د جمعې په خطبه کې وایې، نو -د امکان تر حده- به چمتو او بشپړه وي.
څلورم: دا په بشپړه توګه یا برخه برخه په جوماتونو یا خپلو ځانګړو مجلسونو کې د ویناوو له لارې وړاندې کړئ، او له دې څخه هدف دا دی:
أ- د معلوماتو ضبطول او حفظول.
ب- په خلکو کې د هغې خپرول، او په ځانګړې توګه په هغو جوماتونو کې چې جامع جومات ته نږدې نه وي چې ته په کې خطبه وايې، او غالباً ستا د جماعت والا ورته نه حاضریږي.
ج- د موضوع په پوره څېړنه کې زیاتوالی، او غالب ګومان دا دی چې کله ته هغه بیان کړې نو د خبرو په مینځ کې او یا له هغې وروسته به تاته داسې مهمې چارې څرګندې شي چې په اړه یې خبرې کول په کار دي، او یا به د هغه چا لخوا پوښتنه او استفسار وي چې دا یې ستا څخه اورېدلې وي.
پنځم: د جمعې په ورځ د خطبې له وخت څخه تقریباً دوه ساعته مخکې یې داسې ولوله لکه په خطبه کې یې چې لولې.
شپږم: په څېړنه او اضافي چمتووالي کې له تکلف څخه پرهیز وکړه، او خپله اصلي موخه دا وګرځوه چې داسې مواد راټول کړې چې لومړی تا ته ګټور وي، او بیا د اورېدونکو بېلابېلو طبقو ته ګټه ورسوي.
او ما په هر څه کې تکلف زیان رسوونکی او ګران لیدلی دی، او اکثراً خپل خاوند پرېکون، یا ستومانۍ او سستۍ ته رسوي.
(د خطبې پر مهال د خطیب لپاره لارښوونې)
څو چارې شته چې ته یې باید د خطبې پر مهال ترسره کړې، چې ځینې یې دا دي:
لومړی: د احساساتو په جوړولو او پټولو کې تکلف مه کوه کله چې د کیسو، حالاتو او عبرتونو پېښې تجربه کوې، او د سیاق سره سم خپل احساسات د خپل مخ د حالتونو، د سترګو د څرګندونو او د خپل غږ د انداز د بدلون له لارې څرګند کړه.
او پوهه شه چې څومره ستا بیان په خپل طبیعي حالت کې وي، او په هغې کې له تکلف څخه ډډه وکړې: هغومره به یې اغېزه زیاته وي، نو په خپل هغه طبیعت اوسه چې پرې لوی شوی یې، او هغه اسلوب وکاروه چې له خطبې پرته د خبرو اترو په وخت کې یې کاروې، د غږ لوړوالي او ټیټوالي او د بیان د ښه والي په پام کې نیولو سره.
او ډېری خطېبان د خطبې لپاره داسې مېتود غوره کوي چې د دوی له معمول مېتود څخه په بشپړه توګه توپیر لري، لکه هغوی چې فکر کوي خطابت یو تکراري اسلوب دي او خپل ځانګړی طرز لري، او دا کار د دې لامل ګرځي چې په اورېدونکو خپله اغېزه له لاسه ورکړي او د هغوی زړونو ته لار ونه مومي.
دویم: خطبه په پرله پسې توګه مه وایه، او نه هم پکې دومره چټکتیا کوه چې اورېدونکي یې له بشپړ اورېدلو څخه بې برخې شي، خطبه په ارامۍ سره وایه، د اړتیا پر مهال لنډ وقفونه کوه، او د مناسب ځای سره سم د غږ کچې ته پاملرنه وکړه، نو که چېرې حالت داسې غوښتنه کوله خپل غږ لوړ کړې او په خبرو کې چټکتیا راولې نو غږ لوړ کړه او خبرې په چټکۍ سره وکړه.
درېیم: د خطبې وخت په دقت سره محاسبه کړه، او له اړتیا پرته وینا مه اوږدوه.
څلورم: کله چې د خطبې پر مهال د لمونځ کوونکو څخه ځینې سرغړونې ووینې، نو په نرمۍ سره یې یادونه وکړه، لکه دا چې د خطبې پرمهال څوک ووینې چې خبرې کوي، نو د دې تېروتنې په اړه په عمومي توګه یادونه وکړه.
(له خُطبې وروسته خطیب ته وصیتونه)
څو چارې دي چې باید له خطبې نه وروسته یې ترسره کړې، چې ځینې یې دا دي:
لومړی: پر هغه توفیق د الله تعالی ستاینه کول چې د خطبې په ادا کولو کې یې پر تاسو لورولی دی.
دویم: له ویلو وروسته خپلو خطبو ته غوږ نیول، په دې موخه چې مثبت اړخونه یې ولټوئ ترڅو هغه پیاوړي او ټینګ کړئ، او منفي اړخونه یې ولټوئ ترڅو مخنیوی یې وکړئ او ډډه ترې وکړئ.
او دا ټول:
لومړی: د خطبې د مقام د درناوي په خاطر، نو په اسلام کې د هغې خپل قدر او حیثیت دی.
او دویم: د هغو لمونځ کوونکو احترام کول، چې د خپل رب د اطاعت، د خپل خالق ندا ته د لبیک ویلو، او د هغه څه د اورېدو سره د محبت له امله راغلي دي چې له تا سره دي.
او همدا راز کولای شې چې هغه یو صادق نصیحت کوونکي ته راجع کړې، تر څو پکې شته مثبت او منفي اړخونه دروښيي.
همدارنګه، که د هغې ثبتول او خپرول شونې وي، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې خطیبان پکې کم وي، باید خپره شي تر څو هغه عام خلک ترې ګټه واخلي چې له تاسې سره لمونځ نه ادا کوي، او په غږیزه او لیکلې بڼه دې خپره شي.
او که ورته په ټولنیزو رسنیو کې یوه پاڼه، او همدارنګه یوه ځانګړې وېبپاڼه جوړه کړي، نو ښه ده.
همدارنګه، له هغو وېبپاڼو سره همکاري کول چې خطبې خپروي، او په دغو وېبپاڼو کې د خپلې خطبې خپرول، په ځانګړې توګه ژباړل شوې خطبې، د هغو د کمښت له امله.
(د خطیب او د الله تعالی لورې ته بلونکي لپاره عمومي نصيحتونه)
تاته –زما وروره د جمعې خطیبه– دا نصیحتونه دي چې یوازې زموږ لپاره د هغو یادونه ده:
[1](زېری ورکړه او خلک مه زړه توري کوه)
موفق او بریالی خطیب هغه دی چې زېری ورکوي او خلک نه متنفر کوي، په خلکو کې د نیک فال او هیلې روحیه خپروي، هغه چې د نا امیدۍ او سستۍ دوړې لیرې کوي، او پر زیار او عمل کولو یې هڅوي.
ای خطیبه وروره ! پام کوه چې ستا د خطبو موضوعات د هغو ناخوالو، مصیبتونو او منفي اړخونو شاوخوا ونه څرخي چې کېدای شي په هر زمان او مکان کې پېښ شي، بلکې د خپلو خطبو لویه برخه پر هیله مندۍ او د اخلاقو، سلوک او اشخاصو د روښانه بېلګو پر ذکر کولو متمرکز کړه، ترڅو خلک دا اخلاق، سلوک او دا اشخاص د ځان لپاره قدوه او لارښود وګرځوي.
او که چېرې کومه تېروتنه ووينې، نو په شرعي طریقه او مناسب اسلوب سره هغې ته په پام اړولو او خلکو ته ترې خبرداری ورکولو کې کوم باک نشته.
[۲] (عام خلق د خپلو سترګو وړاندې ودروه)
عام خلک -الله تعالی دې وساته- تل په خپل نظر کې ولره: ځکه چې هغوی ستا د خطبو او نصیحتونو لپاره تر ټولو مستحق او وړ دي؛ د نبي صلی الله علیه وسلم د هغه قول له مخې چې عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه ته یې فرمایلی دی، کله چې هغه د خپل قوم امام وګرځول شو: «او د هغوی د تر ټولو کمزورو خلکو رعایت وکړه»([8]). - أبو داود: (531)، او ابن ماجه: (987)، او أحمد: (17906)، او نورو روایت کړی دی، او الباني صحیح بللی دی.
دا ده چې: د کمزورو کسانو حالت په پام کې ونیسه، او داسې لمونځ ادا کړه چې پر هغوی سخت نه وي، او د کمزورې پوهې د خاوندانو مراعات کول د کمزورو بدنونو د خاوندانو له مراعاتولو څخه کم اهميت نه لري.
او که چېرې ته د هغوی د غوره او خاصو خلکو، او د خپلو محبانو او شاګردانو رعایت وکړې، او عامو خلکو ته پاملرنه ونکړې؛ نو بېشکه چې دا به تا له څو خطرونو سره مخ کړي.
لومړی: د الفاظو په غوره کولو کې تکلف کول، سجع جوړول او د داسې موضوعاتو ټاکل چې د عامو خلکو د اکثریت او د هغوی په څېر کسانو پر ځای، یوازې د خاصو خلکو له کچې سره مناسب وي.
دویم: عام خلک له هغه څه څخه محرومول چې هغوی ته ګټه رسوي، لکه وعظونه او د ټولنیزو قضایاوو حلول؛ ځکه چې ته په هغه څه مشغول شوې چې لوستو کسانو او نورو ته مهم دي، نو هغوی غواړي د علومو د دقیقو مسائلو او استنباطاتو، او د نویو او عجیبو شیانو په اړه خبرې واوري، او ځینې یې بیا غواړي د سیاست او په واقعیتونو کې د ډوبېدو په اړه خبرې واوري، او دا به هغوی ته نه په دین کې کومه ګټه ورسوي او نه په دنیا کې.
دریم: د نیت فساد، د دې پر ځای چې خالص د الله لپاره وي، ستا د مینه والو مراعاتولو او هغه څه ته متوجه شي چې هغوی خوشحالوي او راضي کوي.
نو کله چې ته له خپلو خطبو سره د خلکو خوښي او لېوالتیا وګورې، او هغو ته د حاضرېدو او اورېدو لپاره د هغوی له یو بل څخه مخکې کېدل ووینې، بې له شکه چې ته به هغوی په پام کې ونیسې، او داسې خطبه به ورکړې چې دوی پرې راضي شي.
او په هغه وخت کې الله تعالی ستا څخه برکت او قبولیت، او نفع او فایده اخلي.
او د عامو خلکو ګټې ته د خطیب پاملرنه په دې معنی نه ده چې هغه دې پر هغو مهمو مسایلو بحث ونه کړي چې ښايي د دوی د ډېرو د پوهې له کچې څخه لوړ وي، او کېدای شي ځینې متخصصین لکه د علم زده کوونکي، مسؤلین او داسې نور ترې ګټه پورته کړي؛ مګر د اړتیا له مخې.
[3] (په ځان له مغرور کېدلو او یا د خلکو لخوا ستا په ستاینه له مغرور کېدلو څخه ځان وساته)
کله چې د جمعې خطیب پر منبر خېژي، او د خلکو ګڼه ګوڼه وویني چې ورته حاضر شوي، د هغه قصد یې کړی او ورته متوجه شوي دي، او په هغوی کې عالم، ډاکټر، مشر، قاضي، شتمن او مسؤل وویني: نو ښايي چې په خپل ځان کې د عُجب (ځان خوښونې) احساس وکړي، په ځانګړې توګه کله چې پوه شي چې ډېری یې د ده لپاره راغلي دي، نو په هوښیار خطیب لازمه ده چې له عُجب او غرور څخه په الله تعالی پناه وغواړي، او هره جمعه له خپل نفس سره مجاهده وکړي ترڅو له عُجب او ځان لیدنې څخه ځان خلاص کړي، او فضل الله تعالی ته راجع کړي، هغه ذات چې خلک یې د ده لور ته متوجه کړي دي.
ځينو سلفو ويلي دي: «که ته خلکو سره کیناستې، خپل زړه او نفس ته نصیحت کوونکی اوسه، او پر تا باندې د دوی راغونډیدل دې تا مغرور نکړي؛ ځکه چې دوی ستا ظاهر ګوري، او الله ستا باطن څاري» ([9]). - "مدارج السالكين بين منازل إياك نعبد وإياك نستعين": (2/ 66).
نو الله عز وجل ته اخلاص وکړه، او خپل ایمان پیاوړی کړه، او پکار ده چې ځان وساتې: د خلکو لخوا ستا په ستاینه له مغرور کېدلو څخه؛ ځکه چې ډېری خلک کله چې ستاینه کوي له حده اوړي، او ته په خپل ځان تر هر چا ښه پوهېږې!
ابن الجوزي -رحمه الله- فرمايلي: «او تر ټولو لوی ازمایښت د عامو خلکو ستاینې دي، چې څومره ډېر خلک یې غولولي دي!» ([10]). - "صيد الخاطر": 67.
او دا کوم عیب نه دی چې ته پر خپل ځان یا خپلو خطبو باندې د خلکو په ستاینه خوشحاله شې، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول: د هغه سړي په اړه څه وایاست چې د خېر کار وکړي، او خلک یې پرې وستایي؟ هغه وفرمایل: «دا د مومن عاجل زېرى دى» ([11]). - مسلم: روایت کړی دی (2642).
نو کله چې مؤمن عمل وکړي «عمل یوازې د الله لپاره خالص وي، بیا الله د مؤمنانو په زړونو کې د هغه ښه ستاینه واچوي، نو د الله په فضل او رحمت خوشحاله شي، او په دې سره خوښ شي، نو دا هغه ته زیان نه رسوي» ([12]). - "جامع العلوم والحكم" د ابن رجب: 84/ 1.
بلکې عیب او ګناه دا ده: کله چې د هغوی په ستاینه په تا کې غرور پیدا شي، نو په خپله هڅه او عمل خوشحاله شې، او د فضل نسبت خپل ځان ته وکړې، او ستا خوښي د الله تعالی په هغه فضل، رحمت او کرم نه وي، کوم چې تاته یې خېر در په برخه کړ او درته محبوب او اسانه یې کړ.
او د عجب په ناروغۍ ستا د اخته کېدو نښه: له نیوکو څخه مخ اړول، او د نصیحت کوونکي نصیحت بد ګڼل دي.
[4](په هغه څه خبرې وکړه چې هغوی ته په دین او دنیا کې ګټه رسوي)
هغو کسانو ته چې راغلي تر څو ستا خبرو ته غوږ کېږدي، هغه څه واوروه چې په دین او دنیا کې ورته ګټه رسوي، او د تیارۍ پر مهال له خپل نفس څخه پوښتنه وکړه: زه به خلکو ته د دوی په دین او اخلاقو کې څه ګټه ورسوم كله چې له جومات نه بهر ووځي؟
او له هغه څه نه چې دوى ګټه نه پورته کوي، نو د هغه يادونه مه كوه.
نو دوی به څه ګټه ترې واخلي، که چېرې ته مثلاً د سیاست په باریکیو کې خبرې وکړې، او یا د مسلمانانو د مصیبتونو په اړه ډېرې خبرې وکړې؟
او دوى به زما د هغې موضوع له وړاندې کولو څه ګټه ترلاسه کړي چې ګونګه وي، د حساسیت او پر خپل نفس د هغې له څرګندولو څخه زما د وېرې له امله، نو زه داسې اشارې او کنایې راوړم چې له خاصو پرته پرې بل څوك نه پوهېږي؟
او دوی به څه فایده واخلي کله چې زه واکمن ته د عامو خلکو په وړاندې نصیحت وکړم، که په ښکاره ډول وي او یا په اشاره ، او واکمن ته په ښکاره توګه له نصیحت کولو څخه سلفو صالحینو منع کړې ده؛ ځکه چې دا ډیری وختونه فتنې راپاروي، او خطیب ته ضرر رسوي.
[5] (د خطبې په وخت کې د ارامتیا خیال ساتل)
باید د خطبې په وخت کې ارام واوسې، او د احساساتو تر اغېز لاندې رانه شئ چې له امله یې له موضوع څخه بهر شئ، یا داسې خبرې وکړئ چې وروسته پرې پښېمانه شئ، او که چېرې د خطیب احساسات شدت ومومي، نو هغه به اکثراً خپل تمرکز او پر خپلو خبرو کنټرول له لاسه ورکړي، او کېدای شي غږ یې دومره لوړ شي چې ډېری اورېدونکي وځوروي.
[6] (د خُطبې له اوږدولو څخه ځان ساتل)
نبي صلی الله عليه وسلم به خطبه لنډه کوله، او د هغه ملګرو -رضي الله عنهم- او له دوی وروسته د امت سلفو -رحمهم الله تعالی- هم همداسې کول.
ابو وائل رحمه الله وايي: موږ ته عمار رضي الله عنه خطبه وویله، نو ډېره لنډه او ژوره یې وویله، کله چې راښکته شو نو موږ وویل: اې ابو الیقظانه! یقیناً تا ډېره ژوره او لنډه وینا وکړه، نو که لږه دې اوږده کړې وای؟ هغه وفرمایل: بېشکه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «د يو سړي د لمونځ اوږدوالی او د خطبې لنډوالی د هغه د فقهې (پوهې) نښه ده؛ نو لمونځ اوږد کړه او خطبه دې لنډه کړئ، او بېشکه چې ځینې بیانونه جادويي (اغېز) لري» ([13]). - مسلم (869) روایت کړی.
د هغه وينا: (تَنَفَّسْتَ): يعنې خطبه دې اوږده کړه.
د هغه وينا: (مَئِنَّةٌ): يعنې نښه، (د هغه له فقهې څخه): «یعنې: له هغه څه څخه چې د یو سړي فقه پرې پېژندل کیږي، او هر شی چې پر یو څه دلالت وکړي نو هغه د هغه لپاره نښه ده.
او د خطبې لنډوالی درې ارزښتمندې فاېدې لري:
لومړۍ: د سنت متابعت.
دویمه: د خطبې د چمتو کولو اسانتیا، او د هغې د چمتو کولو پر مهال، د وړاندې کولو په ترڅ کې، او ترې له فارغېدو وروسته د رواني آرامۍ ترلاسه کول.
او ډېری خطیبانو به د جمعې د ورځې له سهار یا له هغې مخکې د خطبې د چمتو کولو لپاره اندېښنه درلوده او ذهني به بوخت وو، خو کله چې یې خطبه لنډه کړه، او له لسو دقیقو څخه یې اوږده نه کړه، نو ټوله اندېښنه یا ډیری برخه یې له منځه لاړه.
دریمه: په اورېدونکو اساني کول، نو نږدې ټول خلک په دې متفق دي چې له هغه چا سره د راحت احساس کوي چې لنډه خطبه ورکوي او له هغه چا څخه ناخوښه کیږي چې اوږده یې کړي.
او د خطیب او اورېدونکو لپاره مناسب وخت تقریباً د لسو دقیقو څخه تر یوې ربعې (پینځلسو دقیقو) پورې دی؛ ځکه چې خلک نږدې په دې اتفاق لري چې د خطبې لنډوالی د هغې د اوږدوالي په پرتله دوی ته ډېر خوښ او پر دوی اسانه دی.
[7] (له نا اشنا خبرو څخه ډډه وکړه)
له نااشنا خبرو ډډه وکړه: ځکه چې خلک له تا څخه داسې خبرو ته اړتیا نه لري، او هغوی ته به هیڅ ګټه ونه لري، او کېدی شي چې ستا زړه یې بیانولو ته لیوالتیا ولري.
معتبرو ادیبانو او بلیغانو د ناشنا خبرو کولو په اړه خبرداری ورکړی.
[8](له سجعې او تكلف څخه ډډه وکړه)
سجع: «د منثور کلام د فاصلو په یوه وزن برابرولو» ته ویل کېږي، او حکیم شارع د سجعې له تکلف څخه منع فرمایلې او ادیبانو او بلیغانو مکروه ګڼلې ده «ځکه چې سجع د الفاظو له تکلف څخه خالي نه وي کوم چې د اورېدونکو ذهن د معناګانو له بشپړ پوهاوي څخه بندوي، نو که چېرې په دې کې سجع بښل کېږي، نو دا به یوازې هغه سجع وي چې له تکلف پرته په طبیعي ډول پېښیږي، یعنې هغه سجع چې له متکلم څخه خپله صادریږي، نه هغه چې متکلم یې غوښتونکی وي» ([14]). - "أصول الإنشاء والخطابة"، د ابن عاشور: ( 126: مخ).
نو له جوړې شوې سجعې ډډه وکړه؛ ځکه چې جوړول یې تا ستړی کوي او اوریدونکي هم تکلیفوي تر څو پرې پوه شي، نو که چېرته په اسانۍ سره په خپله ذهن ته درغله، او په ژبه هم له تکلف پرته راغله، اوریدونکي پرې هم پوهېدل، نو باک نه لري.
[9] (د ظاهر سمون ته پاملرنه)
د خپل بهرني مظهر اصلاح ته د خطیب پاملرنه خپل داخلي باطن ته د هغه له پاملرنې کمه نه ده، او د ظاهر سموالی یا فساد یوازې د باطن د سموالي یا فساد پایله ده، او د خطیب د مظهر اصلاح په لاندې څیزونو سره کیږي:
لومړی: له مبالغې یا اسراف پرته د جامو ښکلا او پاکوالی.
دویم: په پاکوالي او خوشبویۍ، د برېتانو په خریلو یا لنډولو، او د ږیرې په اوږدولو سره د خپل بدن ښایسته کول.
درېیم: له جوماته بهر، خطبې ته د ننوتلو او له هغې وروسته پر خلکو د سلام اچولو پر مهال، په ورین تندي او موسکا سره خپل مخ ښکلی ساتل دي؛ ځکه چې رښتینې موسکا، ورین (پراخه) تندی او ښه رویه، خلکو کې د خطیب او د هغه د خطبو او نصیحتونو محبوبیت پیدا کوي، او دا د هغه چا لپاره عبادت دی چې د الله تعالی لپاره پکې اخلاص ولري، او همدا چاره ده چې عقلونه او زړونه خپلوي. د ورین تندي خاوند کړنې ستایل کېږي او وړې تېروتنې یې زغمل کېږي، پر خلاف د هغه چا چې تریو تندی او ګونځې مخ ولري، نو هغه له داسې کسانو څخه دی چې پناه ترې غوښتل کېږي، او ورسره د مخ کېدو پر مهال پر زړه باندې غمونه او تنګي خپریږي.
نو - زما خطیب وروره -: په ورین تندي اوسه، نو د سینې پراخوالی، تا ته د خلکو راماتېدل، د هغوی په وړاندې ستا ښه یادونه، ستا د لارښوونو او وعظونو منل، او ستا د غلطیو او ښویېدنو لپاره به د هغوی عذرونه لټول ووینې.
څلورم: د تګ، منبر ته د ختلو او پرې د کېناستلو پر مهال د هغه تواضع او ادب، او د ناستې او خطبې پر مهال خلکو ته په ښه توګه مخامخ کېدل.
د یادونې وړ ده چې: ځینې خطیبان چې کله د خطبې څخه مخکې کېني، داسې ناسته کوي چې ښکاري د خلکو پر وړاندې بې پروا دی، او د خلکو مخونو ته په کتلو بوخت وي، او کله چې خطبه پیل کړي نو خلکو ته په داسې نظر ګوري چې حس کړي پر وړاندې یې بې پروا دی او ګواکې اورېدونکو ته دا احساس ورکوي چې دی زړور او با جرأته دی، او په تنده لهجه او لوړ غږ ورته وینا کوي او نېغ په نېغه ورته امر کوي او یا یې منع کوي، دا ډول اسلوب نفسونه نه مني، بلکې کرکه ترې کوي.
پنځم: له اړتیا پرته ږیرې ته له لاس وروړلو او پرې لاس راښکلو څخه ډډه کوي، په ځانګړې توګه پر منبر د ناستې پر مهال شاوخوا ته ډېر لېدل؛ ځکه چې دا د خطیب هیبت کموي، او یا مخې ته د ناستو کسانو پر وړاندې بې پروايي څرګندوي.
شپږم: په نرمۍ او ادب سره مسواک وهل، او ځینې خطیبان -الله دې ورته هدایت وکړي- کله چې جومات ته ننوځي، په داسې حال کې ننوځي چې په ښکاره او د پام وړ ډول مسواک وهي، او ځینې یې بیا د خطبې تر پیلولو لږ مخکې پورې مسواک وهلو ته دوام ورکوي، چې له امله یې د مسواک ځینې برخې په خوله کې پاتې شي، او بیا یې د خطبې ورکولو پر مهال راوباسي، چې دا یو ناوړه کار دی، او کېدای شي د خلکو او د خطبې د عظیم مقام په وړاندې د هغوی بې پروايي او بې اعتنايي وښيي.
اووم: په لباس کې د جامو په نه ښکته کولو او په ږیره کې د هغې په اوږدولو سره د سنتو پیروي کول، ځکه خطیب یوه بېلګه ده، او خلک به څنګه د هغه چا پیروي وکړي چې عمل یې د هغه له وینا سره مخالفت کوي، او خلک به څنګه د هغه چا په خبرو اغېزمن شي چې خبرو یې پر خپل ځان اغېز نه وي کړی؟!
اتم: د خبرو پر مهال د بدن سکون؛ ځکه چې دا د نفس پر سکون دلیل دی.
[10] (د خُطبې چمتو کولو د وخت توپیر)
د خطبې چمتو کولو وخت: د خطیب د ثقافت او علم، او د هغو موادو له مخې چې دی یې وړاندې کوي، توپیر لري؛ نو دا مواد له دوو ډولونو څخه خالي نه دي:
لومړی: دا چې علمي وي، لکه فقهي یا عقیدتي مسایل او د هغو تأصيل (يعنې شرعي ریښو او عامو دلایلو ته یې ورګرځول تر څو پرې شرعي حکم بنا شي)، نو دې ته باید داسې وخت ورکړل شي چې د هغې له مقام سره مناسب وي، او په کار نده چې بې ارزښته وګڼل شي، او له خطبې څخه یوازې څو ساعته مخکې چمتو شي.
دویم: دا چې وعظي یا ټولنیزه او دې ته ورته وي، نو زیاتره د هغې د برابرولو وخت لنډ وي.
او په خطابت کې نوي پیل کوونکي ته زما نصیحت -هغه څوک چې کافي تجربه او پوهه نه لري- دا دی چې په پیل کې د مخکینیو له خطبو څخه استفاده وکړي، او د هغه چا خطبې چې دی ترې استفاده کوي، باید درې ځانګړتیاوې ولري:
لومړی: باید لنډه وي، ترڅو یې ورته وړاندې کول آسان وي.
دويمه: دا چې له نحوي او علمي پلوه سمه وي.
درېيمه: باید په لفظ او مضمون کې له تکلف څخه لرې وي.
او د ورځو په تېرېدو سره کوم باک نه لري چې کوم ځای کې تعدیل او یا زیاتوالی مناسب وګڼي، نو تعدیل یې کړي، بیا وروسته هڅه وکړي چې خطبه په خپله ولیکي، او له هغو کسانو (له تجربو)ګټه پورته کړي چې تر ده مخکې وو.
[11](اورېدونکو ته د مستقیمو امرونو له کولو څخه ډډه کول)
الله دې وساته او سمه لار دې درته وښيي، له هغو الفاظو ډډه وکړه چې پکې له ويونکي پرته اورېدونکو ته امرونه وي؛ لکه: ويې کړئ، يا يې مه کوئ، او پر ځای يې : راځئ چې ويې کړو، او راځئ چې پرې يې ږدو، او داسې نور الفاظ وکاروه؛ ځکه دا صیغه اورېدونکو ته ستا د عاجزۍ احساس ورکوي، او دا چې ته هغوی ته همغه خېر خوښوې لکه د ځان لپاره یې چې خوښوې، او دا چې ته په دیندارۍاو اخلاقو کې له هغوی پورته نه یې.
او موفق خطیب: خپله وینا مخکې له دې چې نورو ته متوجه کړي، خپل ځان ته یې متوجه کوي، او مخکې له دې چې نورو ته وعظ وکړي، خپل ځان ته وعظ او نصیحت کوي، نو په خطبو کې یې خپله وینا لومړی ځانته متوجه وي بیا نورو ته، نو کله چې یې داسې وکړل الله تعالی به یې (رتبه) پورته کړي او په هغه څه به ګټه ور ورسوي چې دی یې وایي او هدایت، قبولیت او رښتینولي به یې نوره هم زیاته کړي.
[12](په خطابت کې تقلید کله ښه او کله بد وي؟)
په اسلوب او موادو کې د کوم ځانګړي خطیب تقلید مه کوه، ځکه کېدای شي کوم څه چې د هغه لپاره مناسب وي، ستا لپاره مناسب نه وي، او تقلید ستا نوښت او استعدادونه له منځه وړي، نو د هغو وړتیاوو، استعدادونو او علم له مخې خطبه ووايه چې ستا رب تاته درکړي دي.
اما د مبتدي لپاره: کومه پروا نشته چې په اسلوب او موادو کې له نورو ګټه واخلي، خو باید چې کټ مټ د هغوی کاپي ونه ګرځي، بلکې هغوی دې د خپل ځان د پرمختګ لپاره مرستندوی وګرځوي.
[13](له تا سره د حاضرینو په کموالي مه خپه کېږه، او د هغوی په ډېروالي مه خوشالېږه)
پوه شه - الله دې ستا په وسیله خلکو ته ګټه ورسوي -: چې نفس د ډېرو اورېدونکو او حاضرینو غوښتنه کوي، او په ځانګړې توګه ستا د خپلوانو او ملګرو څخه، او کېدای شي تا د دوی د حضور په اړه پوښتنه هم کړې وي، یا دې د دوی څخه د کوم یوه په نه راتګ - که څه هم په خپل زړه کې وي - ګیله کړې وي، نو له دې ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره د خپل نفس پر وړاندې مبارزه وکړه، ځکه ستا څنګ ته د هغه نه حضور په دې مانا نه دی چې ته ضعیف یې، بلکې له دې امله دی چې هغه د بل خطیب سره آرامي تر لاسه کوي او ګټه ترې ویني، یا دا چې د هغه کور ته د نږدېوالي او یا نورو اسبابو له امله وي.
او رښتینی خطیب: کله چې واوري چې خلک بل چا ته حاضریږي نو خوشحالیږي، او له الله تعالی څخه ورته د توفیق او ګټې دعا کوي، او کله چې د هغه په اړه په خیر پوه شي نو ستاینه یې کوي.
او کله چې ته له ځان سره د حاضرو خلکو کموالی او له تا څخه د خلکو بې رغبتي ووینې: نو خپل ځان سره محاسبه وکړه، ځکه چې کېدای شي دا نیمګړتیا ستا له لوري وي، یا ستا د اسلوبو د کمزورۍ له امله، یا د هغو مطالبو د کمزورۍ له امله چې ته یې وړاندې کوې، یا ستا د اوږدو خطبو له امله، یا ستا د کمزوري اخلاص له امله او یا هم له دې پرته د نورو اسبابو له امله.
او له رښتینو او نصیحت کوونکو وروڼو څخه نصیحت وغواړه، او له هغوی څخه وغواړه چې ستا خوا ته حاضر شي، یا ستا خطبه واوري، او په رښتینولۍ سره ترې وغواړه چې خپل ملاحظات او نظرونه درکړي، نو د الله تعالی په اجازه به ګټورې پایلې ترلاسه کړې.
[14](د ښه چمتووالي اهميت)
که ته له هغو کسانو څخه يې چې خطبه په يادو وايې: نو بايد په چمتو کولو کې یې ښه پاملرنه وکړې او په دې کې هيڅکله ناغېړي ونه کړې، که څه هم تاته داسې وبرېښي چې موضوع ساده او اسانه ده، او مخکې دې بيان کړي هم وي.
او ښه چمتووالی: د خطیبانو په نزد له خورا خوندورو چارو څخه دی، بلکې دوی د جمعې ورځې ته لېواله وي ترڅو هغه څه وړاندې کړي چې چمتو کړي يې دي او زحمت يې پرې ایستلی دی.
او خطبې ته چمتووالی نه نیول، او یوازې د نورو په خطبو بسنه کول ډیرې منفي پایلې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
لومړی: دا د همت د کمزورۍ، د ارادې د سستوالي او د نفس د سپکاوي لامل ګرځي، ځکه چې یوازې د نورو په تقلید کولو پکې بسنه کیږي.
دویم: دا ستا جذبه، فعالیت او خوند له منځه وړي او داسې شي لکه یو غم چې غواړې له ځانه یې لرې کړې، او ستا پر چلند او د خلکو له خوا ستا پر منل کېدو اغېز وکړي.
درېیم: ډېری خلک دا احساس کوي چې خطیب خطبه پخپله نه ده چمتو کړې، بلکې له بل چا یې نقل کړې ده، او دا د هغه له خپل اسلوب او کچې سره د خطبې د اسلوب او موادو د توپیر له امله ده، نو ځکه دا خطبه د دوی په وړاندې د منلو وړ نه ګرځي.
څلورم: دا چې ته به ترې ګټه وانخلې، او که ګټه ترې واخلې هم نو هغه به ډېره لږه وي، ځکه هغه عمل چې خاوند یې په څېړنه او چمتووالي کې زیار نه باسي، ډېر ژر هېرېږي او له منځه ځي.
او هېڅکله به پرمختګ ونه کړې، او نه به دې لوړې هیلې زیاتې شي، او نه به دې همت ستر شي، او نه به دې له علم څخه ګټه واخیستل شي - مګر دا چې الله تعالی وغواړي -.
له همدې امله هغې خطبې ته وګوره چې تا په ښه توګه چمتو کړې وي، وبه ګورې چې هېره کړې دې نه ده، او که چېرې له څو کلونو وروسته بيا ورته مراجعه وکړې، نو ته به پوهېږې چې په هغې کې څه دي، او داسې به وي لکه تا چې په نږدې وخت کې ويلې وي.
خو هغه خطبې چې تا له نورو څخه رانقل کړې دي، ډېر ژر به یې هېرې کړې، او دا تجربه کړه؛ هغو خطبو ته ور وګرځه چې څلور یا پنځه کاله پرې تېر شوي وي، نو وبه ګورې چې هغه دې هېرې کړې دي او یا به یې یوازې ډېره لږه برخه در په یاد وي چې په کې راغلې وه.
او د هغې د موادو په راټولولو کې به هم پرې ګټه وانخلې؛ ترڅو داسې کتاب ترې جوړ شي چې ګټه پرې واخيستل شي.
نو د خطبې په چمتو کولو کې پوره هڅه وکړه، لکه څنګه چې ته یې په یوه کتاب کې خپروې، نو احادیث یې تخریج کړه او د ځینو محدثینو د ویناوو په مرسته د هغو د صحت درجه روښانه کړه، او هغه مراجع او سرچینې مستندې کړه چې تا ورته مراجعه کړې ده، او له نحوي، املایي او ژبني پلوه ورته پاملرنه وکړه.
[15](لیک دود نښو ته پاملرنه)
- کله چې خطبه لولې - د وقف او ترقیم نښو، لکه فاصلو او داسې نورو ته پاملرنه وکړه، او د خپلې ساه په پام کې نیولو سره د ځان لپاره داسې ځانګړې نښې وټاکه چې هلته ودرېږې، ترڅو په نامناسبو ځایونو کې د ډېر درېدو له امله له شرمندګۍ سره مخ نه شې.
[16](د ډول ډول موضوعاتو او مېتودونو اهمیت)
د موضوعاتو په وړاندې کولو کې بدلون راوړئ، او په یو ډول ځان مه محدودوه، لکه دا چې ستاسو خطبې د زړونو د احوالو، یا د امت د عامو چارو، او یا داسې نورو په اړه وي، او په دین او دنیا کې د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسه.
بلکې بېلابېلې بڼې وړاندې کړه؛ ترڅو د خلکو په زړونو کې خپلو خطبو ته لیوالتیا پيدا کړې.
او که چېرته یې له یوه سره تړلی ځنځیر جوړ کړې، نو د اړتیا پر مهال به یې په پرې کولو کې کوم ممانعت نه وي.
او پوهه شه چې هغه کیسې چې له قرآن کريم، صحیحه سنتو او د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - له اقوالو څخه اخیستل شوې وي، پر اورېدونکو خورا ستر اغېز لرلای شي او په هغو کې ډېر ستر درسونه او عبرتونه، او پندونه او مرغلرې شتون لري، نو پر هغو او په یوه په زړه پورې اسلوب سره د هغو پر وړاندې کولو ټینګار وکړه، او له هغو څخه ګټې او عبرتونه استنباط کړه.
او خپله خطبه د پېښو، کیسو، واقعي مثالونو او داسې نورو له ذکر څخه خالي مه پرېږده؛ ترڅو ستا خطبې ستړي کوونکې او درنې نه شي.
او سخت ټینګار وکړه چې کیسې او پېښې په تر ټولو غوره اسلوبو وړاندې کړې، او په خپلو احساساتو سره ورسره تعامل وکړې، او دا باید ستا د مخ په څېره او د غږ په انداز کې څرګند شي.
او هڅه وکړه چې د خلکو له واقعیت او د هغوی له اندېښنو سره ژوند وکړې، ترڅو داسې ونه شي چې ته په یوه وادي او هغوی په بله وادي کې وي.
[17](د وینا او تاثیر د مهارتونو او فنونو د ترلاسه کولو اهمیت)
د وینا د مهارتونو او فنونو د ترلاسه کولو لپاره په خلکو کې تر ټولو وړ شخص خطیب دی؛ ځکه خطیب اړتیا لري چې خلک قانع کړي، او پام یې راجلب کړي، ترڅو هغه څه ومني چې دی یې ورته وایي.
او هغه خطیب چې د قوي اسلوبو او عالي بیان خاوند وي، خلک زیاتره د هغه چا په پرتله ترې ډېره ګټه اخلي چې دا ځانګړتیاوې نه لري، که څه هم ډیر پوه وي او لوړ منصب ولري.
خطیب باید د وینا د هنر درسونو ته غوږ ونیسي، او که چېرې ورته حاضر شي نو دا لا غوره ده، او یا هم په دې اړه اړوند کتابونه ولولي.
او څوک چې له الله سره رښتینی شي او خپل ځان او خپل وخت هغه ته وقف کړي، الله به له خپل لطف او فضل څخه هغه ته داسې څه ورکړي چې نه یې په ګومان کې وو او نه یې په خیال کې ګرځېدلي وي، او څوک چې الله ته هغه څه ورکړي چې د هغه خوښ وي، الله به ورته د هغه څه څخه ډېر څه ورکړي چې د هغه خوښ وي، او څوک چې خپل ځان الله ته تابع کړي، الله به ورته خپل مخلوق تابع کړي، او د خوشبختۍ، لوړتیا او واک اسباب به ورته آسا وګرځوي.
نو ستا او د لوی رب د لورېینو ترمنځ یوازې رښتینی عزم، خاص د پاک الله لپاره پیاوړې اراده، د هغه څه پرېښودل چې ته یې خوښوې او زړه دې غواړي د هغه څه لپاره چې د الله خوښ دي او پرې راضي کېږي، او د هغه د دین او شریعت د لوړتیا لپاره پرله پسې هڅې کول، که څه هم دا کار د دنیاوالو، د نفساني غوښتنو او منصبونو د خاوندانو پر وړاندې ستا د مقام د راټیټېدو لامل شي.
[18](د تجدید اصل)
پرته له شکه الله تعالی انسان د نوي والي او د غوره والي په لور د بدلون خوښوونکی پيدا کړی دی، نو خلک به ومومې چې په یوه حالت نه پاتې کېږي، او هر کله چې په ژوند کې کوم نوی شی رامنځته شي، د توان په صورت کې يې د لاسته راوړلو لپاره بیړه کوي.
نو نن ورځ یو سړی داسې نه دی لکه لس کاله مخکې چې و، بلکې نن یې ګورې چې د خپل ژوند، معیشت، سپرلۍ او کور بڼې یې د غوره والي په لور نوې او بدلې کړې دي.
او د جمعې خطیب: له هغو خلکو څخه دی چې تر ټولو زیات د دې وړ دی چې خپل اسلوب نوي او ښه کړي، او د بیان او اغېز شیندلو مهارتونو ته وده ورکړي، ځکه که چېرې هغه پر هماغه یوه بڼه روان وي چې د خطابت د مسؤلیت له اخیستلو راهیسې پرې عادت شوی وي، نو له شک پرته چې د ښه والي او غوره والي په لور به بدلون ونه کړي، بلکې شاتګ به وکړي؛ ځکه چې دا د انسان طبیعت دی چې د عمر په تېرېدو او زړښت سره یې همت او نشاط کمزوری کیږي، روح یې مړاوی کیږي، او اغېز یې کمیږي، نو ځکه هغه داسې څه ته اړتیا لري چې هغه ته نشاط وروبخښي، همت او روح یې پیاوړی کړي، او مهارتونو او اسلوبونو ته یې وده ورکړي، ترڅو د کمزورۍ پر هغو حالتونو بریالی شي چې پر ده، د ده پر حواسو او همت راځي.
او ډیری خطیبان له کله نه چې یې د خطبې ویل پیل کړي، کوم څرګند بدلون پکې نه دی راغلی، نو ایا د دې مانا دا ده چې دوی له هماغه پیل څخه پوره والي ته رسېدلي وو؟
نه.
نو بیا، ولې هغه پر خپله هماغه تګلاره پاتې کیږي چې ورسره عادت شوی دی، او د خپل بیان او وړاندې کولو بڼې ته پاملرنه نه کوي، او د ښه والي، نوي کولو او نوښت لپاره سم ګامونه نه پورته کوي، په داسې حال کې چې د خپلو معیشتي او دنیوي چارو په ښه کولو کې یې پوره هڅه کړې ده؟
او هغه به څنګه د دې لپاره هڅه ونه کړي، په داسې حال کې چې د خطبې مقام له هغو تر ټولو غوره او سترو کارونو څخه دی چې هغه یې په خپل ژوند کې ترسره کوي؟
[19] (د اغېز دوو وسیلو ته پاملرنه: غږ او نظر)
بریالی خطیب د دغو دوو وسیلو کارولو ته خورا زیاته اړتیا لري:
۱- غږ، چې د اغېز تر ټولو قوي وسیله ده، او د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره یې اغېز بشپړېږي:
الف- باید د غږ کچه یې په اوچتوالي او ټیټوالي، او چټکتیا او ورووالي کې درمیانه وي، نو نه باید دومره ټیټ یا ورو وي چې اورېدونکو ته ستړیا او سستي پیدا کړي، او نه هم باید تر دې کچې اوچت یا چټک وي چې د هغوی د ځورونې لامل شي او یا د تمرکز او پوهېدو توان له لاسه ورکړي.
ب- باید په یوه بڼه نه وي، ځکه د ځینو خطیبانو غږ په ټوله خطبه کې یو ډول وي، نو که چېرې کمزوری وي هغوی ستړي کوي، او که قوي او لوړ وي هغوی تنګوي.
په یوه انداز خبرې کول: د دې سبب ګرځي چې اورېدونکي د خطیب له وینا سره خپل تعامل له لاسه ورکړي؛ ځکه چې هغوی به د مهمو او نورو برخو ترمنځ توپیر ونه کړای شي، او په دې کې هیڅ شک نشته چې مهم او اغېزناک کلام، له چټکوالي سره د غږ د پام وړ لوړولو، او یا له ورووالي سره د هغه ټیټولو ته اړتیا لري.
ج- د موقعیت له مخې د جملو د غږ جوړول، نو که چېرې پوښتنه وي، د پوښتونکي په انداز یې ادا کړه، او که تعجب وي، نو د تعجب کوونکي په انداز یې ادا کړه، او همداسې نور.
د- خپله خوله د خپلو عادي خبرو په پرتله زیاته پرانیزه، ځکه چې دا کار د حروفو د مخارجو په روښانتیا، د هغوی په نه ګډوډېدو، او پر غږ د کنټرولولو په وړتیا کې ګټور دی، خو پرته له مبالغې، ځکه د خولې په پرانیستلو کې مبالغه د افراطي جذبې او د خطیب لپاره د یوه نامناسب منظر لامل ګرځي.
ه- په خپل عادي غږ خطبه ورکړه، او د خطبې لپاره ځانګړی غږ او انداز مه غوره کوه، ځکه چې دا کار به ستا او خلکو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو سبب شي، او پر اورېدونکو د اغېز تر ټولو پیاوړو وسیلو د له لاسه ورکولو سبب به وګرځي.
او په هغو حالتونو کې لږ توقف کول چې توقف پکې غوره وي، نو کله چې خطيب کومې مهمې موضوع ته ورسېږي او غواړي چې د خپلو اورېدونکو په ذهنونو کې یې ځای پر ځای کړي: هغوی ته دې مخ واړوي، او د يوې شېبې لپاره دې مخامخ د هغوی سترګو ته وګوري، پرته له دې چې څه ووايي.
او دا ناڅاپي چوپتیا پر هغوی لوی اغېز لري، په داسې ډول چې د هغوی پام ځانته راواړوي، او د دوی هر یو هغه څه ته متوجه او لیواله کړي چې له دې چوپتیا وروسته به راځي.
خو توقف باید پرته له اوږد مهاله ځنډ، او پرته له تکلف څخه وي.
د دې بیلګه: (علي - رضي الله عنه - پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته یوه د سرو زرو ټوټه راولېږله، نو هغه یې د خپلو ځینو اصحابو ترمنځ تقسیم کړه.
نو یو سړی را وړاندې شو او ویې ویل: له الله نه ووېرېږه اې د الله رسوله! (...)
د صادق او امین صلی الله علیه وسلم په حق کې دا څومره لوی جرأت دی!!
نو له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې جرئت څخه په تعجب سره وفرمایل: (...) که زه نافرماني وکړم نو څوک به د الله اطاعت وکړي، ایا الله پر ما د ځمکې د خلکو په اړه باور کوي او تاسې پر ما باور نه کوئ؟)
د قوسونو دننه لنډې دمې ته اشاره کوي؛ ځکه چې حالت د دې غوښتنه کوي تر څو د اورېدونکو پام راواړوي، او هغه څه ته یې لېواله کړي چې وروسته به ویل کېږي.
او لومړۍ جمله: (د صادق الامین صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په حق کې دا څومره ستر جرأت دی!!)، د تعجب اسلوب و، نو مقام تقاضا کوي چې هغه یې د یوه تعجب کوونکي په صیغه راوړي.
او دويمه جمله: (څوک به د الله اطاعت وکړي که چېرې زه یې نافرماني وکړم، آیا الله پر ما د ځمکې د خلکو په اړه باور کوي، نو تاسو پر ما باور نه کوئ؟)، د انکاري استفهام په اسلوب کې وه، نو مقام تقاضا کوي چې هغه يې د یوه انکاري پوښتونکي په بڼه بیان کړي.
۲- کتل: او هغه په دې ډول چې خپل نظر پر ټولو اورېدونکو ووېشې، او په خپلو سترګو سره له هغو خبرو سره تعامل وکړې چې ته یې کوې، او دا په لاندې ډول دي:
أ- ښي او چپ لوري ته په لږ مخ ګرځولو سره، پرته له دې چې د مخ ګرځولو په چټکتیا او ډېروالي کې مبالغه وشي، ځکه چې دا کار په ځانګړې توګه د خطیب له لوري غوره نه ګڼل کېږي؛ ځکه چې دا د خطیب د احساساتو پر غالبېدلو او پر هغه باندې د هغو پر تسلط دلالت کوي، او دا کار په تمرکز کې د دقت د نشتوالي لامل ګرځي.
ب - د سترګو په خلاصولو یا پر هغو لږ فشار راوړلو سره، د سترګو حرکتونه پر حاضرینو خورا ستر اغېز لري، او له هغو څخه داسې ماناوې اخلي چې ښايي ژبه یې بیان نه کړای شي.
غږ او نظر: پر اورېدونکو د خطیب د اغېز له رکنونو څخه دوه بنسټیز رکنونه دي، او له دې دواړو پرته هغه هغوی ته د هغه څه رسولو توان له لاسه ورکوي چې دی یې غواړي، او د هغوی د قانع کولو، د پاملرنې جلبولو، او د هغوی د جذبې او نشاط راپارولو وړتیا له لاسه ورکوي.
او هر خطیب کولای شي چې دا دواړه له کوم حرج او تکلف پرته وکاروي، خو له مبالغې پرته، ځکه په دې کې مبالغه کول د سپکوالي او بې باکۍ څرګندونه کوي، لکه څنګه چې په وقار او سکون کې مبالغه کول د ستړیا او زړه تنګون لامل ګرځي، او غوره چارې هغه دي چې اعتدال پکې وي.
او ځینې وسایل شته چې د جمعې د خطیب لپاره مناسب نه دي، چې ځینې یې دا دي:
۱- د لاسونو خوځول.
۲- د چپنې یا پګړۍ خوځول، د غږ له وسایلو سره بې ځایه لاسوهنه کول، مخکې او وروسته کېدل او داسې نور.
[20] (د کومې خاصې صیغې پابندي مه کوه چې په صحیح سنتو کې ثابته نه وي)
باید پر یوې ځانګړې صیغې پابندي ونه شي، مګر هغه څه چې په صحیح سنتو ثابته وي، ترڅو دا ګومان ونه شي چې دا سنت دي، لکه د لومړۍ خطبې په پای کې دا ویل: «بَارَكَ اللهُ لِي وَلَكُمْ فِي القُرْآنِ العَظِيم..» "الله تعالی دې ماته او تاسې ته په قرآن عظیم کې برکت واچوي..".
او ډېر ځله ځينې خطيبان د خطبې په پای کې پر يوې داسې دعا پابندي کوي چې تقريباً ترې نه وځي (بدلون پکې نه راولي)، او ځينې يې بيا دا تکراري دعا دومره اوږدوي، تر دې چې کله خطيب دعا پيل کړي، نو ډېر خلک د تنګۍ او ستړیا (خستګۍ) احساس کوي؛ ځکه چې هغوی د هغې له زیات تکرار څخه په داسې يو اسلوب سره ستړي شوي وي چې يوازې پرله پسې ويل (سرد) پرې غالب وي او په دعا کې مطلوب تعامل شتون ونلري.
[21](د حروفو مخارجو ته پاملرنه او يو په بل کې د هغوی نه داخلول)
هڅه وکړه چې حرفونه له خپلو مخارجو څخه په سمه توګه ادا کړې، ځکه چې دا په فصاحت، بیان او د کلام په قوت کې ژوره اغېزه لري.
او له هغو مواردو څخه چې پر خطیب نیوکه کېږي دا دي: چې الفاظ په دومره بېړه ادا کړي تر دې چې یو توری یا لفظ له بل سره وصل کړي، مخکې له دې چې لومړی توری یا لفظ په خپل ځای کې قرار ومومي، او غوره ادب دا دی چې توري په پوره ډول ادا کړي، او کلمې په بشپړه توګه سره جلا کړي ([15]). - "الخطابة عند العرب"، لمحمد الخضر حسين: 189.
او همداسې د تر ټولو فصیح او بلیغ انسان (نبي عليه السلام) کلام و.
ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي چې: «بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به ستاسې په شان یو ځای خبرې نه کولی»([16]). - بخاري: (3568)، او مسلم: (2493) کې روایت کړی دی.
[22] (د خطبې موخه، او تر ټولو مهم موضوعات چې خطیب یې باید بیان کړي)
خطیب باید خلک د دنیا له نړۍ، د هغې له اندېښنو او پېښو څخه د آخرت نړۍ او د هغې لپاره چمتووالي ته ولېږدوي، او جومات باید یو رسنیز منبر نه وي چې خطیب پکې سیاسي مسایلو ته ننوځي او په داسې څه کې بحث وکړي چې د اورېدونکو لپاره نه په دین او نه هم په دنیا کې کومه ګټه ولري.
او د یوه موفق خطیب ډېری خطبې پر هغو موضوعاتو وي چې ایمان او له الله تعالی سره تړاو زیاتوي؛ ځکه که چېرې د خلکو ایمان زیات شي او له خپل رب سره یې تعلق پیاوړی شي، نو دا به د ګناهونو او بې ارزښته کارونو د پرېښودلو تر ټولو لوی سبب وي.
او له هغو موضوعاتو څخه چې خطيب يې بايد له پامه ونه غورځوي او تل يې بايد تکرار کړي:
توحید او د اسلام رکنونه.
د لمانځه طریقه او پکې د خشوع اهمیت.
د موسمونو اړوند موضوعات، لکه د رمضان میاشتې د فضیلت اړوند وینا کله چې یې وخت راشي.
له فتنو څخه خبرداری او له هغو سره د تعامل څرنګوالی.
له بدعت نه خبرداری.
د شیطان له مکر او د هغه د دوکې له لارو څخه وېرونه.
اخلاق او آداب او هغه څه چې ورپورې اړه لري.
او له هغو موضوعاتو څخه چې په الله تعالی ایمان او تعلق زیاتوي:
1 - د خلکو په زړونو کې د هغه د صفتونو او نعمتونو په یادولو سره د الله تعظیم کول.
2- د قرآن درناوی کول کوم چې د هغه کلام دی.
3- د پېغمبرانو علیهم السلام، چې په سر کې یې د هغوی وروستی زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم دی، او د صحابه کرامو رضي الله عنهم د کیسو یادول.
۴- د جنت، د هغه د صفتونو او ورته د ننوتلو د لاملونو یادونه، او همدارنګه د دوزخ.
۵- قلبي عبادتونو ته پاملرنه کول: لکه توکل، انابت (الله ته رجوع کول)، توبه، وېره او خشوع.
علامه ابن القیم -رحمه الله- فرمایلي: «او څوک چې د نبي صلی الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو خطبو ته ځير شي، نو هغه به يې د هدايت او توحيد د بيانولو، د رب جل جلاله د صفتونو د يادونې، د ايمان د کُلي اصولو، د الله تعالی لوري ته د دعوت او بلنې ورکولو، د هغه تعالی د هغو نعمتونو د يادونې چې هغه خپل مخلوق ته ګرانوي، د هغه د هغو ورځو د يادونې چې دوی د هغه له سختۍ څخه وېروي، او د هغه د ذکر او شکر د داسې امر لپاره پوره کافي ومومي چې دوی هغه (الله تعالی) ته ګرانوي. نو دوی د الله تعالی د عظمت، د هغه د صفتونو او نومونو څخه داسې څه بيانوي چې هغه خپل مخلوق ته ګران کړي، او د هغه د اطاعت، شکر او ذکر کولو داسې امر کوي چې دوی هغه ته ګران کړي، نو اورېدونکي په داسې حال کې ستنيږي چې الله دوی ته ګران شوی وي او دوی الله ته ګران شوي وي».
بیا چې کله د وخت واټن اوږد شو او د نبوت رڼا پټه شوه، نو شرعي احکام او اوامر یوازې په داسې ظاهري رسمونو بدل شول چې د هغوی د حقیقتونو او مقاصدو له مراعاتولو پرته ترسره کېدل. نو هغوی ورته یوازې ظاهري بڼه ورکړه او په خپله خوښه یې سینګار کړل، دا ظاهري رسمونه او حالتونه یې داسې سنت وګرځول چې نه باید کمی پکې راشي، خو په هغو اصلي مقاصدو کې یې کمی راوست چې نه باید کمی پکې راغلی وای. نو خطبې یې په مسجع عباراتو او علمِ بدیع سره ښایسته کړې، چې له امله یې د زړونو برخه ورڅخه کمه، بلکې بیخي له منځه لاړه، او اصلي موخه ترې پاتې شوه» پای ([17])." - "زاد المعاد في هدي خير العباد": 1/ 409-410.
او هغه -رحمه الله- د خطبې د موخې په اړه په خپلو خبرو کې وفرمایل: «له دې څخه مقصد د الله تعالی ثنا او لویي بیانول، د هغه په یووالي او د هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) ته د رسالت ګواهي ورکول، بندګانو ته د هغه د ورځو ور په یادول، د هغه له عذاب او ربړونې څخه هغوی وېرول، هغوی ته د هغه څه وصیت کول چې هغه او د هغه جنتونو ته يې نږدې کوي، او له هغه څه څخه يې منع کول چې د هغه غضب او اور ته يې نږدې کوي، نو همدا د خطبې او د هغې لپاره د راټولېدو مقصد دی» ا.ه([18]). - "مخکېنۍ مرجع": 1/ 386.
او خطیب باید خلک هغو تېروتنو ته متوجه کړي چې د دوی ترمنځ په عقیده، عباداتو، اخلاقو، تعامل، معیشت، روزنې او ورته نورو برخو کې خپرې دي، او په فتنو کې له ښکېلېدو څخه ورته خبرداری ورکړي، او هغوی ته د دوی د دین چارې ورزده کړي.
والله أعلم، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
Related books
All books
اسلام د الله د رسولانو دین دی85 ژبېاسلام د الله د رسولانو دین دی
اسلام د کائناتو خالق او د چارو سمبالوونکي ذات ته د محبت او تعظیم له مخې تسلیمېدلو ته وایي. د اسلام اساس په الله جل جلاله ایمان لرل دي، او دا چې هغه خالق دی او له هغه پرته نور هرڅه مخلوق دي، او دا چې هغه یواځې د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري، له هغه پرته په حقه هېڅوک د عبادت وړ ندی، د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي، او هغه مطلق ذات دی چې له هرې نېمګړتیا پاک دی، نه یې څوک زیږولی، نه له چا زیږیدلی او نه کوم سیال او برابر لري، له خپلو مخلوقاتو څخه په هېڅ شي کې نه منحل کیږي. اسلام د الله تعالی هغه دين دی چې له هغه پرته بل هېڅ دين له خلکو څخه نه مني او دا هغه دين دی چې ټولو انبياوو…
الإسلام دين رب العالمين
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت79 ژبېد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت
په دې کتاب "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت " کې شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه په ساده انداز او کره میتود کې لنډیز کړې ده چې د مستندو دلایلو پر بنسټ ولاړ مېتود دی، ترڅو د مسلمانانو لپاره په لمانځه کې د لارښود په توګه کار وکړي، په دې کې یې د لمانځه ارکان، سنتونه او طریقه له اوداسه څخه تر سلام اړولو پورې بیان کړې ده، چې دلیل او تشریح یې دواړه سره یو ځای کړي دي، هغه (مسلمانانو) ته بلنه ورکړې ده چې په ستر عبادت (لمانځه) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې بشپړه اقتدا وکړي.
الشهادتين78 ژبېالشهادتين
کله دې چې د مسلمانېدو اراده وکړه، نو باید په اوریدلي غږ سره لاندې ګواهي ورکړې، په معنا یې ځان پوه کړې او ایمان پرې راوړې: کله دې چې د مسلمانېدو اراده وکړه، نو باید په اوریدلي غږ سره لاندې ګواهي ورکړې: أشهد أن لا إله إلا الله زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته (د دې الفاظو معنا داده چې یوازې یو الله د عبادت وړ دی)، زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته، أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله، وأن عيسى بن مريم هو عبد الله ورسوله. او ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، او پر دې چې عیسی زوی د مریم د الله بنده او د هغه رسول دی. او زه ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول…