شپږ اصول
مؤلف شيخ الاسلام محمد بن عبدالوهاب -رحمه الله- وايي: د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكی دى. تر ټولو عجيبه، او د زورور پاچا پر توان سترې دلالت کوونکې نخښې هغه شپږ اصول دي چې الله تعالی عوامو ته دومره ښې روښانه کړي دي، چې د چا په ګمان کې هم نه راځي، بيا لدې وروسته هم له ډېرو کمو خلکو پرته د نړۍ ډېر هوښياران او د بنيادمو عاقلان په کې غلط شوي دي. لومړی اصل دين يوازې الله لره خالص کول چې شريک نه لري، او د دې د ضد بيانول چې له الله سره شريک نيول دي، او اکثريت قرآن کريم له بېلا بېلو لارو دا اصل په داسې ژبه بيانوي چې د عوامو هغه تر ټولو غبي هم پرې پوهېږي، بيا چې اکثريت…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.