عنوان: درسي نصاب، توحید ، لومړۍ سویه.
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره مختصر شوی تعلیمي نصاب دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی، سربیره پر دې دا یو مضمون دی چې د توحید زده کړې تدریس ته ځانګړی شوی او په دولسو مرحلو (سویو) ویشل کیږي. له خورا اړینو موضوعاتو څخه چې په لومړۍ سویه کې راغلي یوه یې هغه ده چې په هر انسان یې پېژندل واجب دي لکه: په نښانو، مخلوقاتو او حیرانونکي قدرت سره د الله تعالی پېژندل او دا چې هغه رب، خالق او روزي ورکوونکی ذات دی چې یوازې د عبادت وړ دی او له هغه پرته یې بل څوک وړ نه دی. د پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پېژندل. په دلایلو سره د اسلامي دین پېژندل. لومړۍ سویه
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
عنوان: درسي نصاب، توحید ، لومړۍ سویه.
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کوونکو لپاره مختصر شوی تعلیمي نصاب دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی، سربیره پر دې دا یو مضمون دی چې د توحید زده کړې تدریس ته ځانګړی شوی او په دولسو مرحلو (سویو) ویشل کیږي. له خورا اړینو موضوعاتو څخه چې په لومړۍ سویه کې راغلي یوه یې هغه ده چې په هر انسان یې پېژندل واجب دي لکه:
په نښانو، مخلوقاتو او حیرانونکي قدرت سره د الله تعالی پېژندل او دا چې هغه رب، خالق او روزي ورکوونکی ذات دی چې یوازې د عبادت وړ دی او له هغه پرته یې بل څوک وړ نه دی.
د پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پېژندل.
په دلایلو سره د اسلامي دین پېژندل.
لومړۍ سویه
سریزه
الحمد لله الذي علَّم بِالقَلَمِ، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاة والسَّلام على النَّبِيِّ الأُمِّيّ الكريم الذي بعثَه اللهُ لِيُخرِجَ النّاسَ مِن الظُّلمات إلى النُّور، أمّا بعد:
د الله جل جلاله توحيد هغه واجب دی چې تر ټولو واجباتو پرې زیات ټینګار شوی او پرې پوهېدل تر ټولو عزتمند او غوره علم دی، دا هغه بنسټ دی چې د عملونو صحت او قبلیدل پرې بنا دي، او بندګان ورته تر هر څه زیاته اړتیا لري؛ ځکه چې د زړونو لپاره لدې پرته هیڅ ژوند، خوشحالي او سکون نشته، پرته له دې چې خپل رب د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو سره وپیژني. همدا رنګه په دین کې پوهه تر لاسه کول او د عباداتو د ادا کولو څرنګوالی لکه: طهارت، لمونځ او لدې دواړو پرته نور د نیکبختۍ علامې او د دې خبرې نښه ده چې الله تعالی خپل دې بنده ته د خېر اراده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « مَن يُرِد الله به خيراً يُفَقِّهه في الدِّين»([2]). "د چا لپاره چې الله د خېر اراده وکړي، هغه ته په دین کې پوهه ورکوي" لدې ځایه د لږکیو د پوهاوي بنسټ د توحید د مضمون په تدریس ټینګار کوي، تر څو زده کوونکي په سمه عقیده وروزل شي، فقهي احکام زده کړي، په مشروع ډول عبادتونه ادا کړي او په ديني چارو کې روښنایي او بصیرت ولري.
او د توحید د مضمون پدې سویه کې: زده کونکي د دریو شیانو په پوهیدو سره د خپل دین اساسات زده کوي: بخاري په (۷) شمیره روایت کړی دی.
۱- د خپل رب پیژندنه ۲- د خپل دین پېژندنه. ۳- د خپل نبي پیژندنه.
او د مضمون ماهیت ته په لیدو د هر لوست لپاره په لنډه او واضحه توګه ځانګړې موخې اېښودل شوي، په موضوعاتو کې یې تدریج په پام کې نیول شوی او د هر لوست لپاره پوښتنې او د ښوونکي لپاره لارښوونې شتون لري چې په رڼا کې یې ټاکل شوې موخې تر لاسه شي.
ښوونکي ته لارښوونې:
۱ - الله تعالی ته اخلاص؛ د عمل د قبلېدو شرط دی، نو عمل دې خاص د پاک الله لپاره وګرځوه چې په دنیا او اخرت کې یې ګټه ووینې.
۲- امانت ساتل د خلاصون لار ده - ښوونکی وروره! - ته د اسلام له پولو څخه په یوه ولاړ یې، او د مسلمانانو د اولادونو په ذهنیتونو او فطرت امانتدار یې، نو د امانت ساتنه وکړه چې په دنیا او اخرت کې کامیاب شې.
3- د توحيد د مضمون زده کړه له غوره عملونو څخه یو دی، ځکه لدې پرته د بندګانو لپاره نه سمونتیا شته او نه د دنیا له خوارۍ او د آخرت له عذابه خلاصون، نو د زده کوونکو په نفسونو کې د سمې عقیدې په کښت کې زیار وباسه، ریښتینی ترجمان او د هغه څه لپاره ژوندۍ بیلګه شه چې بلنه ورکوې.
۴- د الله تعالی د وحدانیت او د هغه د قدرت د بیانولو لپاره له حالاتو ګټه پورته کړه، (د بیلګې په توګه) کله چې ورېځې د اسمان پر مخ راخپرې شي، بریښناګانې وپړقیږي او غراری شي، بارانونه و اوریږي او داسې نورې پېښې په مسلمانانو کې د ایماني خوځښت لپاره غنیمت وګڼه.
۵- د متلونو په ورکولو سره د موضوع اسانه کول او لوست ته له واقعیت سره تړاو ورکول له مضمون سره د زده کوونکو د مینې په پیدا کولو کې ستر رول لري، چې بیا یې زده کوي او عمل پرې کوي، او په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا سره زیری درکوو چې فرمايي: «د مؤمنانو له عملونو او نیکیو څخه چې کوم شی له مرګ نه وروسته هغه ته رسیږي؛ هغه علم دی چې زده کړی او خپور کړی یې دی».([3]).
د توحید نصاب:
ابن ماجه روایت کړی (242).
موضوع
مخ
لومړی لوست:
هغه څه چې پر انسان یې پېژندل واجب دي
دویم لوست:
رب مې الله دی
دریم لوست:
د رب پېژندل
څلورم لوست:
الله پيدا کوونکی دی
پنځم لوست:
د الله په مخلوقاتو کې د هغه د قدرت له معجزو څخه
شپږم لوست:
الله روزی ورکوونکی دی
اووم لوست:
د خپل رب؛ الله عبادت کوم
اتم لوست:
دین مې اسلام دی
نهم لوست:
پېغمبر مې محمد صلی الله علیه وسلم دی
لسم لوست:
قرآن کریم
لومړی لوست(۴)
هغه څه چې پر انسان یې پېژندل واجب دي( [۵] د لوست موخې: - زده کوونکی هغه څه بیان کړی شي چې په هر انسان یې پېژندل واجب دي. - زده کوونکی د اسلام پر دين ووياړي.
رب دې څوک دی؟ رب مې الله دی. ښوونکي ته! - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هیڅ یو مسلمان سبا او بیګا مهال دا وینا درې ځلې نه وایي چې: په الله د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یم، مګر دا چې په الله جل جلاله حق دی چې د قیامت په ورځ یې راضي کړي» احمد په مسند کې روایت کړی دی (337/4). - پر خلکو د الله تعالی د مهربانۍ بیان چې دوی یې له هېڅ نه پيدا کړل، له پاکیزه څیزونو یې روزي ورکړه چې پر مټ یې د هغه سپیڅلي ذات عبادت وکړي. - پر بندګانو د الله تعالی لورینه چې خپل پېغمبر؛ محمد صلی الله علیه وسلم یې ورلیږلی دی، نو چا یې چې پيروي وکړه په دنیا او اخرت کې کامیاب شو. - د اسلام د عظمت بیان؛ هغه دین چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره خوښ کړی، الله تعالی فرمایلي: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) [المائدة: 3]. «نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ستاسو لپاره مې اسلام د دین په توګه خوښ كړ».
دین دې څه شی دی؟ دین مې اسلام دی.
پېغمبر دې څوک دی؟ پېغمبر مې محمد صلی الله علیه وسلم دی.
* زه سبا او بیګا دا نبوي ذکر درې ځلې په ټینګه وایم: په الله د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یم.
پوښتنې:
س ۱ : تش ځایونه په مناسبو کلمو سره ډک کړئ:
- رب مې ......................دی
- دین مې .........................دی
پېغمبر مې .....................................دی.
دویم لوست (۶)
رب مې الله دی (۷) د لوست موخې: - زده کوونکی الله پاک په لویۍ سره ومني. - پر مخلوقاتو د الله تعالی پورته والی بیان کړي. - پر مخلوقاتو د الله تعالی د ځینو نعمتونو یادونه وکړي.
رب دې څوک دی؟ رب مې الله دی. ښوونکي ته: - د هغې وینځې حدیث ته اشاره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چې ( الله چېرته دی؟ هغې وویل چې: په اسمان کې... مسلم په 5307 شمیره روایت کړی. - د دې عبارت د معنا تشریح چې "ربّاني بِنِعَمِه " یعنې په خپلو نعمتونو سره یې زما روزنه کړې ده چې مراد ترې په ښکاره او پټو نعمتونو سره روزي راکول دي، له ښکاره نعمتونو څخه یې د امنیت، روغتیا او سلامتیا او له پټو نعمتونو څخه یې د ایمان او هدایت لورینه ده. - د زده کوونکو په زړونو کې د الله تعالی په لویۍ باور پیدا کول.
الله چېرته دی؟ الله په اسمان کې دی.
چا پېدا کړی یې او په خپلو نعمتونو سره یې ستا روزنه کړې ده؟ الله جل جلاله هغه ذات دی چې زه یې پیدا کړی یم او په خپلو نعمتونو سره یې زما روزنه کړې ده.
پوښتنې:
رب دې څوک دی؟
الله چیرته دی؟
چا پیدا کړی یې او چا دې په خپلو نعمتونو سره روزنه کړې ده؟
څلورم لوست(8)
د رب پېژندل (9) د لوست موخې: - زده کوونکی د الله تعالی ځینې معجزې او مخلوقات وښیې. - د الله تعالی (د قدرت) په نښانو او مخلوقاتو کې فکر وکړي. - دا بیان کړی شي چې الله تعالی ټول مخلوقات له مرګ نه وروسته د حساب او بدلې لپاره راژوندي کوي.
زه خپل رب د هغه (د قدرت) په نښانو او مخلوقاتو سره پېژنم، د هغه د (قدرت) له نښانو څخه شپه او ورځ ده او له مخلوقاتو څخه یې آسمانونه او ځمکې دي. ښوونکې ته: د الله تعالی د کارونو نورې بیلګې بیانول لکه: باران ورول، بوټي زرغونول، دعا قبلول او د غمونو لرې کول. - د الله تعالی (د قدرت) په نښانو او مخلوقاتو کې زده کوونکي فکر کولو ته هڅول. - د النشور معنی له مرګ نه وروسته د حساب او جزا لپاره راژوندي کول ده. - په زده کوونکو کې په بیا راژوندي کېدلو باور پیدا کول.
الله هغه ذات دی چې زه یې ژوندی کړی یم، بیا مرګ راکوي او د هغه لورې ته بيا راپاڅېدل دي.
پوښتنې:
س۱: خپل رب دې په څه پېژنې؟
س۲: چا ژوندی کړی یې او بیا دې مړ کوي؟
دریم لوست لوست (۱۰)
الله پيدا کوونکی دی (۱۱) د لوست موخې: - زده کوونکي د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر وکړي او لویي یې راپه زړه کړي. - په خلکو باندې د الله تعالی فضل او مهرباني بیان کړي چې دوی یې له نشت څخه پیداکړي دي.
الله هغه ذات دی چې زه او ټول خلک یې پيدا کړي دي. ښوونکي ته: - د دې خبرې وضاحت چې د مخلوقاتو عظمت یې د پيدا کوونکي په عظمت دلیل دی او دا چې هغه د عبادت وړ دی. - غوره ده چې دا لوست له ټولګې نه د باندې تشریح شي؛ تر څو زده کوونکي د الله تعالی د مخلوقاتو په لوی والي کې فکر وکړي لکه: آسمان، ځمکه او ونې. - د زده کوونکو په مرسته د الله تعالی د مخلوقاتو نورې بیلګې بیانول. - د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر کولو ته د زده کوونکو هڅول، چې لویي یې راپه زړه کړي.
الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي.
الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ یې پیدا کړي دي.
پوښتنې:
تش ځایونه په مناسبو کلمو سره ډک کړئ:
........................... دی چې مخلوقات یې پیدا کړي دي.
...................هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي.
........................ هغه ذات دی چې لمر او سپوږمۍ یې پیدا کړي دي.
الله پیدا کوونکی دی (۱۳)
الله هغه ذات دی چې غرونه، دریابونه او ونې یې پیدا کړي دي، الله تعالی فرمایلي: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي نګران دى) [الزمر: 62]. د لوست موخې: - زده کوونکی د الله تعالی د ځینو مخلوقاتو یادونه وکړي. - په دې دلیل ووایي چې الله تعالی هر څه پيدا کړي دي. - د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر وکړي.
نو پر ما فرض دي چې یوازې د هغه الله عبادت وکړم چې هر څه یې پیدا کړي دي. ښوونکې ته! د دې خبرې وضاحت چې الله یوازې پیدا کوونکی دی. د دې خبرې وضاحت چې یوازې د هغه الله عبادت فرض دی چې هر څه یې پیدا کړي دي. د ځینو مخلوقاتو ځینې ګټې بیانول لکه: دریابونه او ونې.
پوښتنې:
س ۱: د الله تعالی درې ډوله مخلوقات وشمېره.
س۲: الله تعالی د هر شي پیدا کوونکی دی. پدې خبره دلیل څه شی دی؟
س ۳: الله تعالی فرمایلي: (دغه الله دی چې لمر یې تېز ځلېدونکی او سپوږمۍ یې روښانه ګرځولي). [يونس سورت: 5 آیت].
لاندی تش ځایونه ډک کړه:
د لمر له ګټو څخه ................................
او د سپوږمۍ له ګټو څخه ...................................
پنځم لوست: (14)
په مخلوقاتو کې د الله تعالی د قدرت له عجایبو څخه (15)
الله تعالی فرمایلي: (اې زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږ (د جهنم) له اور نه وژغوره). [آل عمران سورت: 191] آیت. د لوست موخې: - زده کونکی د الله تعالی په مخلوقاتو کې د عظمت اړخونه تشریح کړي. - د الله تعالی (د قدرت په نښو) او د هغه په مخلوقاتو کې فکر وکړي.
دا څومره د حیرانتیا خبره ده چې د الله نافرماني کيږي او منکر انسان څنګه له هغه نه انکار کوي؟ ښوونکي ته! زده کوونکو ته په دې مخلوقاتو کې د عظمت اړخونه په داسې ډول تشریح کول چې د ذهني سویې سره یې برابر وي. - دا خبره تشریح کول چې د الله تعالی (د قدرت) په نښانو کې فکر کول د مسلمان ایمان زیاتوي او خپل رب پیژني، مینه یې ورسره پيدا کیږي او د هغه عظمت ورپه زړه کیږي. - په کار ده چې ښوونکی زده کوونکي و هڅوي ترڅو په خپل چاپيریال کې د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر وکړي او انسانانو او نورو مخلوقاتو ته یې ګټې وښیي.
او په هر شی کې د هغه (د قدرت) یوه نښه شته چې د هغه یووالی څرګندوي.
شپږم لوست (16)
الله روزي ورکوونکی (رزاق) دی (17)
الله هغه ذات دی چې له آسمان څخه باران وروي. د لوست موخې: - زده کوونکی د الله تعالی ځینې نعمتونه وښیي. - د الله تعالی په نعمتونو د هغه شکر وباسي.
الله هغه ذات دی چې موږ ته خوراک او څښاک راکوي. ښوونکې ته! د باران د ګټو یادونه: د اوبو ساتلو ته د پاملرنې اړتیا چې ضایع نه شي او له اسراف څخه یې په کارولو کې ډډه وشي. - دې خبرې ته پاملرنه چې په ټاکل شوي ځای کې د پاتې شوو خواړو ځای پر ځای کول پر نعمتونو شکر کول دي او په نعمت شکر ویستل یې د زیاتیدا لامل ګرځي. الله تعالی فرمایلي دي: (لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ) [إبراهيم: 7]. (که شکر وباسئ نو زه به یې خامخا در زیات کړم) - دې خبرې ته د زده کوونکو پام راړول چې الله تعالی مونږ ته لوی نعمتونه راکړي لکه: د خوراک او څښاک توکي، اوریدل او لیدل، تر څو پرې د هغه د پيروۍ لپاره پياوړي شو.
الله هغه ذات دی چې مونږ ته یې (د اوریدلو او لیدلو وسایل) راکړي دي.
پوښتنې:
س۱: څوک موږ ته خواړه او څښاک راکوي؟
س۲: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
د سترګو له نعمت څځه په ....................................ګټه اخلم.
د اوریدلو له نعمت څخه په ...................................ګټه اخلم.
الله هغه ذات دی چې مونږ ته یې روغتیا او امن راکړی دی (۱۹).
الله تعالی فرمایلي: (بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى). [الذاريات سورت: 58 آیت].
نو پر ما واجب دي د هغه الله شکر ادا کړم چې ماته یې هر څه راکړي دي. د لوست موخې:- - زده کوونکی په دې خبره دلیل وړاندی کړی شي چې الله جل جلاله روزي ورکوونکی دی. - د الله پر هغو لویو نعمتونو شکر ادا کړي چې ورکړي یې دي.
پوښتنې: ښوونکي ته! - د دې خبرې په اړه وضاحت ورکول چې یوازې الله روزي ورکوونکی دی. - له الله تعالی د روغتیا او امنیت په اړه سوال کولو ته هڅول. - د هر نعمت لپاره په الحمد لله ویلو ټینګار. - د الله تعالی د نعمتونو په اړه د نورو مثالونو وړاندې کول؛ ځینو سلفو ویلي: "د نعمتونو رایادول یې د لوروونکي (الله تعالی) سره مینه پيدا کوي".
س۱: موږ ته چا هر څه راکړي دي؟
س۲: د الله تعالی له نعمتونو څخه د دوو نومونه واخله.
س۳: لاندې تش ځایونه ډک کړه:
- مسلمان په هر نعمت د خپل رب شکر ادا کوي او وايي:.................
- که الله تعالی پر ځمکه باران ونه کړي نو څه حال به یې وي؟
- کله چې الله تعالی په ځمکه باران واوروي څه حالت یې وي؟
اووم لوست (۲۰)
د خپل رب الله عبادت کوم (۲۱)
زه مسلمان یم یوازې د الله عبادت کوم، او له هغه سره د بل څه عبادت نه کوم.
زه مسلمان یم، د الله سره مینه لرم او اطاعت یې کوم. د لوست موخې: - زده کوونکی یوازې د الله عبادت وکړي، او له هغه سره له هغه پرته د بل چا عبادت ونه کړي. - د عبادت ځېني ډولونه بیان کړي. - له هغو ګناهونو څخه ځان وساتي چې الله جل جلاله پرې غصه کیږي. - په خپل دین وویاړي.
زه مسلمان یم، د الله څخه ویریږم او نافرماني یې نه کوم. ښوونکې ته: - د دې خبرې وضاحت چې الله جل جلاله خالق، رازق، ژوندی کوونکی او مرګ ورکوونکی دی، نو هغه ذات یوازې د عبادت وړ دی. - د عبادت د ځینو ډولونه یادونه لکه: لمونځ، روژه، دعا، ذبحه (حلاله) او همداسې نور. - زده کوونکي نیکیو ته ترغیبول. - له هغې وینا او کړنې ځان ساتل چې الله تعالی پرې غصه کیږي.
- زه مسلمان یم یوازې الله رابلم او له هغه سره بل څوک نه رابلم.
پوښتنې:
س۱: موږ یوازې د چا عبادت کوو؟
س۲: تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
جنت، لمونځ، قرآن، الله جل جلاله
مسلمان یوازې ................................رابلي.
مسلمان په کلکه .......................ادا کوي.
- مسلمان د ................. زیات تلاوت کوي چې الله له ځان څخه راضي کړي، او ................. پرې ننوځي.
اتم لوست (۲۲)
زه مسلمان یم، دین مې اسلام دی (۲۳)
الله تعالی فرمایلي: (بېشكه چې د الله په وړاندې (معتبر) دین اسلام دى). [آل عمران سورت: 19] آیت.
اسلام: په توحید سره الله ته تسلیمیدل، د اطاعت له لارې هغه ته غاړه ایښودل او له شرک او مشرکانو بې زاره کېدل دي. د لوست موخې: - زده کوونکی د اسلام معنا واضحه کړي. - له شرک او مشرکانو ډډه وکړي. - د مسلمانانو سره مینه ولري.
پوښتنې: ښوونکې ته: - د اسلام معنا تشریح کول. - د اسلام د ځانګړتیاوو د یادونې له لارې د زده کوونکو په زړونو کې د دې لوی دین محبت ته ځای ورکول. -د دې خبرې وضاحت چې په اسلام منګولې لګول د جنت د ګټلو او له اور څخه د خلاصون یوازېنۍ لار ده. - د دې خبرې وضاحت چې د مسلمانانو سره مینه او له کافرو څخه کرکه کول او د هغوی سره له مشابهت څخه ډډه کول له اسلام څخه دي.
د لومړي ستون جملې د دویم ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
اسلام :
الله جل جلاله ته تسلیمیدل، له شرک او مشرکانو څخه
او په توحید سره هغه ته غاړه ایښودل
او په اطاعت سره بې زاري،
زما دین اسلام دی(۲۵)
د اسلام بنسټ: پدې ګواهي ورکول دي چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی.
* له اسلام پرته بل هر دین باطل دی.
الله تعالی فرمایلي: (او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى). [آل عمران سورت: 85] آیت. د لوست موخې: - چې زده کوونکی د اسلام اساس بیان کړی شي. - د اسلام په دين ووياړي. - دا روښانه کړی شي چې له اسلام پرته بل دین باطل دی.
نو زه مسلمان یم او له اسلام پرته بل څه د دین په توګه نه منم. ښوونکي ته! - د معاذ بن جبل رضي الله عنه هغه حدیث ته اشاره چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمن خلکو ته ولیږه او امر یې ورته وکړ چې لومړی یې په دې خبره ګواهۍ ورکولو ته راوبلي چې له الله پرته بل معبود نشته، بخاري په ۷۳۷۲ شمېره روایت کړی او مسلم په ۱۹ شمیره. - د شهادتینو عظمت بیانول او دا چې انسان پرې په لومړي ځل اسلام ته داخلیږي. - د باطله ادیانو لپاره مثالونه وړاندې کول لکه: یهودیت، مسیحیت، بت پرستي او داسې نور، او د دې خبرې وضاحت چې څوک له اسلام پرته د بل دین په پیروۍ کې مړ شي نو دوزخ ته به ځي.
پوښتنې:
س۱: د اسلام اساس څه شی دی؟
س۲: لاندې تش ځایونه په دې مناسبو کلمو سره ډک کړئ (اسلام، اور)
له ................پرته بل هر دین باطل دی او څوک چې له اسلام پرته پر بل دین مړ شو نو.................. ته به ننوځي.
س۳: د دې خبرې دلیل ووایه چې الله تعالی له اسلام پرته بل دین نه قبلوي.
هغه ځایونه په نښه کړه چې مسلمان په کې تشهد وایي:
( ) په اذان کې، ( ) د ډوډۍ پر مهال، ( ) له اوداسه نه وروسته، ( ) د پرنجي نه وروسته.
نهم لوست (۲۶)
نبي مې محمد -صلی الله عليه وسلم- دی (۲۷)
نبي مې محمد بن عبد الله بن عبد المطلب دی.
الله جل جلاله ټولو خلکو ته لیږلی دی
الله تعالی رالیږلی دی چې هغوی د یو الله عبادت ته راوبلي او له هغه پرته د نورو عبادت پریږدي. د لوست موخې: - زده کوونکی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسب یاد کړي. - په دې پوه شي چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو خلکو ته لیږلی دی. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رالیږلو حکمت بیان کړي.
پوښتنې: ښوونکي ته! - الله جل جلاله محمد صلی الله علیه وسلم د خپل رحمت له مخې ټولو خلکو ته لیږلی چې یوازې د هغه عبادت ته یې راوبلي. - د دې خبرې وضاحت چې د محمد صلی الله علیه وسلم له محبت څخه د هغه تابعداري او د هغه پیروي لازميږي. - له الله تعالی پرته د بل چا د عبادت څخه ځان ساتل. - د محمد صلی الله علیه وسلم د نوم یادولو پر مهال په هغه د درود وېلو ټېنګار. - په تربیتي او مناسبه طریقه په عام الفیل کې د محمد صلی الله علیه وسلم د زیږدنې قصه بیانول.
زما د پېغمبر نوم......................................دی
الله جل جلاله ټولو .....................ته لیږلی دی.
الله د دې لپاره لیږلی چې خلک یوازې د ..............................عبادت ته راوبلی او له هغه پرته د .............................شیانو عبادت پریږدي.
زما پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی (۲۹)
چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړ جنت ته داخلیږي.
چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني وکړه دوزخ ته داخلیږي.
نو پر ما واجب دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت وکړم او پيروي یې وکړم.
پوښتنې: د لوست موخې: - زده کوونکی بیان کړی شي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت کول د هغه په اطاعت او پيروۍ سره کیږي. - دا بیان کړی شي چې چا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيروي وکړه جنت به داخلیږي او چا یې چې نافرماني وکړه دوزخ ته به داخلیږي. - له هغه څه نه ډډه وکړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه پکې نافرماني کیږي.
س: لاندې تش ځایونه ډک کړئ: ښوونکي ته: - د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ او محبت کولو ټینګار او د امر څخه یې له سرغړونې ډډه کول. - دې خبرې ته اشاره چې څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه وکړي نو له هغه سره به په جنت کې وي، لکه څرنګه چې په حدیث کې یادونه شوې ده چې: (سړی به له هغه چا سره وي چې مینه یې ورسره کړي وي). بخاري په (۶۱۶۹) شمیره روایت کړی دی. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو خویونو بیانول لکه: ريښتینولي، امانت، بښنه او د دې ترڅنګ د هغه د ژوند یو څو ژوندۍ بیلګې بیانول چې د زده کوونکو مینه ورسره زیاته شي او پيروي یې وکړي. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو د مینې او پيروۍ ځینې بیلګې بیانول.
چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړ هغه به ................... ته داخل شي او چا یې چې نافرماني وکړه هغه به .............. ته داخل شي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خویونو څخه ريښتینولي............................ ......................دي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم له اوریدلو سره څه وایې؟
لسم لوست (۳۰)
قرآن کریم (۳۱)
قرآن کریم د الله تعالی کلام دی.
پر ما واجب دي چې مینه ورسره ولرم، ویې لولم او عمل پرې وکړم.
زه آیت الکرسي حفظوم، او د هر لمانځه نه وروسته او له ویده کېدو نه مخکې یې لولم.
پوښتنې: د لوست موخې: - زده کوونکی باېد دا روښانه کړي چې قرآن کریم د الله تعالی کلام دی. - د قران کریم احترام وکړي. - په قران کریم کې د ذکر شوو احکامو پیروي وکړي. - په قران کریم کې له ذکر شویو ممانعتونو ډډه وکړي.
س۱: هغه کوم کتاب دی چې الله جل جلاله په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی؟ ښوونکي ته! - د زده کوونکو د ذهني سویې سره په مناسبو اسلوبو د حرا په غار کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم د نازلیدو کیسه. - په زده کوونکو کې د قرآن کریم سره مینه پیدا کول. - د اجر او ثواب له امله د قرآن کریم لوستلو او حفظولو ته هڅول، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (خَيْرُكُم مَن تَعَلَّم القُرآنَ وعَلَّمَه) بخاري په (5027) شمیره روایت کړی دی. یعنې (په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي). او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (مَن قَرأ حَرْفاً مِن كِتابِ الله فَلَهُ بِه حَسَنَة، والحسَنَةُ بِعَشْرِ أمثالها، لا أقول (ألم ) حرف، ولكن ألِفٌ حَرْف، ولام حَرْف، ومِيم حَرْف) څوک چې د الله د کتاب یو حرف ولولي د هغه لپاره یوه نیکي ده او یو نیک عمل په لس چنده دی، زه نه وایم چې (الم) یو حرف دی، بلکې الف حرف دی، لام حرف دی او میم حرف دی. ترمذی په (۲۹۱۰) شمیره روایت کړی دی. - د قران کریم احترام او درناوي ته (د زده کوونکو) پام اړول او د لوستلو پر مهال یې د الله تعالی د دې ایت (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) [الأعراف: 204]. (او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي). - د قرآن کریم د ځينو نومونو يادونه لکه: الذکر، الفرقان او: الکتاب. - په قرآن کریم عمل کولو ته هڅول، چې اوامر یې پر ځای شي او له نواهیو څخه یې ډډه وشي.
س۲: لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
زه مسلمان یم، کتاب مې .........................کریم دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ..................................زده کړي او نورو ته یې وښیي).
عنوان: درسي نصاب، فقه، لومړۍ سویه
لنډه کتنه: د زده کړې دا مضمون د سعودي عربستان د زدهکوونکو لپاره د جوړ شوي درسي نصاب یوه لنډه او اصلاح شوې بڼه ده چې په بېلابېلو سطحو وېشل کیږی او له جملې څخه یوه برخه د فقهي زده کړې مطالعې ته ځانګړې شوې ده. دغه برخه په دولسو (۱۲) سطحو وېشل شوې، د لومړۍ سطحې له مهمو موضوعاتو او مسئلو څخه یې ځینې په لاندې ډول دي:
د «طَهارَت» یعنې پاکوالي او «الطَّهُور» (پاکو اوبو) معنا له مثالونو سره تشریح کول.
د اوداسه طریقه.
په اسلام کې د لمانځه مقام، مشروعه طریقه او هغو کړنو یادونه چې لمونځ باطلوي.
لومړۍ سویه
لومړی لوست (۲)
ښوونکې ته! د مثالونو په وړاندې کولو سره د پاکو اوبو معنی بیانول. - د کاڼي او کاغذ په کارولو سره د وړوکي او غټ اودس ماتي له ځای څخه د نجاست لرې کولو روا والی. - زده کوونکي هڅول چې د ناپاکۍ د لرې کولو لپاره کیڼ لاس وکاروي. - پر هغو آیتونو استدلال کول چې په طهارت دلالت کوي. - د قضای حاجت (ځای ته د تللو لپاره) د دې دعا یادونه: (بِسم الله، اللَّهمّ إنّـي أعوذُ بِك مِن الخبْث والخبائِث). یعنې (د الله په نوم، ای الله زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو پناه نیسم) دا حدیث بخاري په کتاب الوضوء؛ (باب ما یقال عند الخلاء) کې په ۱۴۲ شمیره راوړی او د (بسم الله ) د زیادت په اړه وګورئ: فتح الباري ۱/۲۴۴، همدا رنګه د حاجت (ځای څخه د راوتلو پر مهال) د دې دعا یادونه (غفرانک) ابو داود په کتاب الطهارة: باب ما یقول الرجل ِاذا خرج من الخلاء) کې په ۳۰ شمیره روایت کړی دی.
پاکوالی (طهارت) (3) د لوست موخې: زده کوونکی د هغو اوبو څرنګوالی تشریح کړي چې پاکوالی رامنځته کوي. - هغه کړنې وښیي چې د حاجت رفع کولو نه وروسته یې کول واجب دي. - هغه څیزونه وښيي چې د لمانځه پر مهال ترې نجاست لرې کول واجب دي.
پاکوالی واجب دی او الله تعالی پرې موږ ته امر کړی دی.
د حاجت له رفع کولو وروسته پر ما واجب دي چې د تشو او ډکو متیازو د راوتلو ځایونه په پاکو اوبو سره ستره کړم.
له پاکوالي څخه (یو ) اودس دی، نو پر ما واجب دي چې د لمانځه نه مخکې په پاکیزه اوبو سره اودس وکړم. پاکیزه اوبه لکه د سیندونو، دریابونو او باران اوبه دي.
د بدن، جامو او د لمانځه له ځای څخه په اوبو سره نجاست لرې کول له پاکوالي څخه دي.
پوښتنې:
س۱: (√) او (×) علامې په مناسبو ځایونو کې وکاروئ:
لمونځ بیا اودس. اودس بیا لمونځ.
س ۲: لاندې تش ځای ډک کړئ:
زه په پاکو...................سره اودس کوم.
س۳: د هغه څه لاندې کرښه راکاږئ چې ناپاکه جامې پرې پاکیږي:
اوبه، خاوره.
س۴: لاندې جملې ولیکئ:
- د تشو او ډکو متیازو د راوتلو ځایونه په پاکیزه اوبو سره پاکوم.
- .................................................................
- .................................................................
- د لمانځه لپاره په پاکیزه اوبو اودس کوم.
- .................................................................
- .................................................................
- په پاکو اوبو له اودس کولو پرته لمونځ نه صحيح کيږي .
- .................................................................
- .................................................................
- په ناپاکه ځای کې لمونځ نه کوم.
- .................................................................
- .................................................................
- د لمانځه لپاره له جامو، بدن او د لمانځه له ځای څخه نجاست لرې کوم.
- .................................................................
- .................................................................
دویم لوست(۵)
ښوونکي ته! دا لوست په لاندې ټکو کې تشریح کیږي. - له ټولګي څخه د باندې د زده کوونکو وړل. - د زده کوونکو په وړاندې عملي اودس کول چې ټولو زده کوونکو ته ښوونکی د اودس کولو پر مهال ښکاره شي. - د عملي اودس پر مهال ښوونکی د هر غړي د وینځلو طریقه ورښیي او دا چې تر کوم ځایه پورې وینځل کیږي. - ځینو زده کوونکو ته وظیفه ورکول چې د نورو ملګرو په مخکې عملي اودس وکړي. - ښوونکی له ځینو زده کوونکو غواړي چې د هر غړي اندازه وښیي چې په اودس کې یې وینځل واجب دي. - ټول زده کوونکي د ښوونکي په مخکې عملي اودس کوي تر څو ښوونکی ډاډه شي چې ټولو اودس زده کړی دی. - ښوونکي ته د لوی ثواب زیری چی زده کوونکو ته د اودس کولو طریقه ور زده کوي، ځکه چا چې نورو ته یو څه ورزده کړل نو هغه ته یې د تر سره کوونکي په څېر اجر دی.
د اودس طریقه
په زړه کې د اودس نیت کوم او بیا لاندې کارونه کوم:
- (بسم الله) وایم.
درې ځلې لاسونه وینځم.
خولې او پوزې ته درې ځلې اوبو اچوم.
مخ مې درې ځلې وینځم.
د ګوتو له څوکو څخه تر څنګلو پورې دواړه مټې درې ځلې وینځم.
سر له دواړو غوږونو سره یو ځل مسح کوم.
دواړه پښې تر ښنګرو پورې درې ځلې وینځم.
دریم لوست (۶)
ښوونکې ته! - زده کوونکي پوهول چې په اوداسه کې د هر غړي وینځل یو ځل واجب دي او بشپړ عمل دا دی چې درې ځلې ووینځل شي. - زده کوونکي هڅول چې له اوداسه نه وروسته دعا په یادو زده کړي : (أشهَد أن لا إله إلّا اللهُ وحدَه لا شَرِيكَ له، وأشهد أنَّ محمَّداً عبدُه ورسولُه) زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل بر حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري او پدې چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی). (دا حدیث) أحمد روایت کړی دی (3/265)، او ترمذي په ۵۵ شمیره داسې روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چا چې اودس وکړ او بیا یې وویل: (أشهَد أن لا إله إلّا الله وحدَه لا شَرِيك له، وأشهد أنّ محمَّداً عبدُه ورسولُه، اللَّهمَّ اجْعَلني مِن التَّوابِينَ واجعَلني مِن المتَطَهِّرين، فُتِحَت له أبوابُ الجنَّة الثَّمانِيَة يَدْخُل مِن أيِّها شاءَ" «زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري او پدې ګواهي ورکوم چې محمد د الله بنده او رسول دی، ای الله! ما له توبه کوونکو څخه وګرځوه او ما له پاکیزه وو څخه وګرځوه، ( نو چا چې دا دعا وویله هغه ته به) د جنت اته دروازې خلاصې شي او له هرې یوې چې وغواړې ترې ننوتلی شي». - زده کوونکي هڅوي چې د اوبو له نعمت څخه ساتنه وکړي او اسراف پکې ونه کړي.
د اوداسه عملي طریقه (۷) د لوست موخې: - زده کوونکي د هغو اوبو څرنګوالی وښیي چې اودس پرې کیږي. - د نیت ځای وښیي. - اودس په سمه توګه عملي کړی شي.
پوښتنې:
س۱: د اوداسه اعمال د مناسب عدد په کارولو سره ترتیب کړئ.
مخ وینځم. خوله او پوزه وینځم. پښې تر ښنګرو پورې وینځم.
سر له غوږونو سره مسح کوم. دواړه مټې تر څنګلو پورې وینځم. دواړه لاسونه وینځم.
س2: لاندې جملې ولیکئ:
د اودس په پېل کې: بسم الله وایم
- .................................................................
- .................................................................
زه په پاکو اوبو اودس کوم.
- .................................................................
- .................................................................
د اودس پر مهال د اوداسه غړي په ترتیب وینځم.
- .................................................................
- .................................................................
په اوس کې هیڅ غړی وچ نه پریږدم چې اوبه ورته ونه رسيږي.
- .................................................................
- .................................................................
زویه! اودس وکړه او لمانځه ته پاڅیږه
**
خپل رب ته لمونځ وکړه چې در څخه راضي شي.
کله چې الله له مسلمان څخه راضي شي.
**
هغه د خپل ژوند په اوږدو کې خوښۍ ترلاسه کوي
* له اودس نه وروسته وايم:
«أشْهَدُ أنْ لا إلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وأشهدُ أنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». "شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی".
څلورم لوست: (۸)
ښوونکي ته! د دې خبرې وضاحت چې اسلام پنځه ارکان لري. - د دې خبرې وضاحت چې لمونځونه په عدد کې پنځه خو په اجر کې پنځوس دي. وګوره، صحیح البخاري (کتاب الصلاة) ۳۴۹ شمیره. - لمانځه ته په خپل وخت کې د زده کوونکو هڅول؛ ځکه چې لمونځ د دین ستن او جنت ته د داخلیدو سبب دی او پریښودل یې اور ته د داخلیدو له اسبابو څخه دی، له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "العَهْد الذي بَيْنَنا وبينَهم الصَّلاةَ، فمَن تَرَكَها فقد كَفَر". «زموږ او د دوى تر منځه تړون لمونځ دى، نو چا چې پرېښوده؛ كافر شو». دا حدیث ترمذي په أبواب الایمان باب: ماجاء فی ترک الصلاة، کې په ۲۶۲۱ شمیره راوړی دی.
فرض لمونځونه (۹) د لوست موخې: - چې زده کوونکی په اسلام کې د لمانځه مرتبه بیان کړی شي. - په شپه او ورځ کې فرض لمونځونه وښیي. - د هر لمانځه رکعتونه وښیي.
له شهادتینو نه وروسته لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی.
فرض لمونځونه په شپه او ورځ کې پنځه دي چې عبارت دي له:
سهار
ماسپښین
مازدیګر
ماښام
ماخوستن
(دوه رکعتونه)
۲
(څلور رکعتونه)
۴
(څلور رکعتونه)
۴
(درې رکعتونه)
۳
(څلور رکعتونه)
۴
پوښتنې:
س۱: د اسلام له ارکانو څخه نابشپړ شوی رکن بشپړ کړئ:
شهادتین ..............................زکات، روژه- حج.
س۲: د ورځې له پیل څخه لمونځونه په ترتیب سره ذکر کړه
ماخوستن، ماسپښین، ماښام، مازدیګر، سهار.
س۳: د هر لمانځه او د رکعتونو شمیره یې سره ونښلوه.
سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن.
س۴: په قلم سره سم ځواب ونښلوه.
هره ورځ په لمانځه سره پیلوم:
ماسپښین، سهار.
س۵: هغه لمونځونه وټاکه چې څلور رکعتي وي.
سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن.
س۶: له هغه لمانځه نه کړۍ تاوه کړه چې د رکعتونو شمېر یې درې وي.
سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن.
س۷: هغه لمونځونه سره وصل کړه چې د ورځې لخوا ادا کیږي.
ماښام، ماسپښین، مازدیګر، ماخوستن، سهار.
س۸: هغه لمونځونه په نښه کړه چې د شپې مهال ادا کیږي.
ماښام، ماسپښین، مازدیګر، ماخوستن، سهار.
س۹: لاندې جملې ولیکه:
لمونځ له خپل ټاکلې وخت څخه نه وروسته کوم.
- .................................................................
- .................................................................
لمانځه ته پاملرنه جنت ته د داخلیدو سبب دی.
- .................................................................
- .................................................................
- کله چې په جومات کې لمونځ کوم نو د لمانځه په ټولو حرکتونو کې د امام پیروي کوم.
- .................................................................
- .................................................................
پنځم لوست (۱۰)(۱۱).
تشریح: ۱- سجده په اوو غړو کیږي چې عبارت دي له: تندی سره له پوزې، دواړه لاسونه (ورغوي)، دواړه زنګونونه او د دواړو پښو (د ګوتو) سرونه. ۲- د لومړي او اخري تشهد لپاره د کېناستو څرنګوالی. - شاګردانو ته ويل چې د (سُبْحَانَ ربی العظیم) او (سبحان ربی الأعلی) درې ځلې تکرارول سنت دي او دا تر ټولو کمه اندازه بشپړ عمل دی. - په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو په اړه وضاحت دا دی عامر بن سعد له خپل پلار څخه روایت کوي وایي چې: ما به رسول الله صلی الله علیه وسلم لیده چې ښي او کیڼ لور ته به یې سلام ګرځاوه، تر دې چې د مخ سپینوالی به یې راته ښکاره شو. مسلم په (۵۸۲) شمیره روایت کړی دی. ښوونکي ته! د لوست تشریح لاندې ټکي رانغاړي: - ښوونکی له زده کوونکو سره جومات یا مصلی ته ځي. - د زده کوونکو په مخکې په عملي توګه لمونځ کوي او هر یو رکن ورته بیلابیل تشریح کوي او دا چې څه په کې ویل کیږي. - ښوونکی له ځینو زده کوونکو غواړي چې د خپلو ملګرو په وړاندې عملي لمونځ وکړي او غلطیانې یې ورته اصلاح کوي. - ښوونکی یو ځل بیا عملي لمونځ کوي چې زده کوونکي یې ښه زده کړي. - ټول زده کوونکي باید عملي لمونځ وکړي چې ښوونکی یې له سم ادا کولو ډاډمن شي، پدې کې ښوونکي ته د لوی اجر زیری دی؛ ځکه چې چا یو چاته علم ورزده کړ نو هغه ته یې د تر سره کوونکي په څېر اجر دی.
د لمانځه طریقه (۱۲) د لوست موخې: - زده کوونکی وکولی شي چې لمونځ په سمه توګه له ارکانو او واجباتو سره ادا کړي. - د تکبیر تحریمه پر مهال د لاسونو پورته کولو څرنګوالی تشریح کړي. - د دې توپیر وکړی شي چې په رکوع او په سجده کې څه ویل کیږي.
لمونځ څنګه کوې؟
۱ - قبلې ته مخ کوم.
۲ - تحریمه تکبیر کوم او وایم:
(الله أكبر)، په داسې حال کې چې د سجدې ځای ته ګورم.
۳- فاتحه لولم، بیا له قرآن کریم څخه یو څه لولم چې حفظ کړی مې دی.
۴- تکبیر وایم رکوع کوم او په رکوع کې وایم:
(سُبْحان رَبيَّ العَظِيم) درې ځلې.
۵- له رکوع نه پورته کیږم، او وایم:
(سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه، رَبَّنا ولك الحمْدُ). (یعنې الله د هغه چا (وینا) واورېده چې هغه یې وستایه، ای زموږ ربه! تالره ستاینه ده).
۶ - تکبیر وایم او سجده کوم، په سجده کې وایم:
(سُبْحانَ ربيَّ الأَعْلى) درې ځلې. (یعنې پاکې ده هغه رب لره چې (په هر لحاظ تر هر څه ) پورته دی).
۷ - له سجدې نه د (الله اکبر) په ویلو سره پورته کیږم او برابر کېنم.
د دوو سجدو تر منځه په ناسته کې وایم:
(ربِّ اغفِرْ لي، ربِّ اغفِرْ لي). (ای ربه! ماته بخښنه وکړه، ای ربه! ماته بخښنه وکړه).
۸ - د (الله اکبر) په ویلو سره دویمه سجده کوم.
او په سجده کې درې ځلې (سبحان ربی الأعلی) وایم. (یعنې پاکي ده هغه رب لره چې (په هر لحاظ تر هر څه) پورته دی).
۹ - دویم رکعت ته پورته کیږم او وایم:
(الله اکبر) په دې رکعت کې هم هغه څه کوم چې په لومړي رکعت کې مې کړي دي.
۱۰ - له دویم رکعت نه وروسته لومړي تشهد ته کینم.
۱۱ - په پاتې لمانځه کې هغه څه کوم چې په لومړیو دوو رکعتونو کې مې کړي دي (۱۳). په دوو ورستیو رکعتونو کې یوازې فاتحه لوستل کیږي.
۱۲- د لمانځه په پای کې کېنم، وروستی تشهد وایم (۱۴)، او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایم، بیا ښي او کیڼ لور ته سلام ګرځوم: په دوه رکعتي لمونځ کې یوازې یو تشهد وي.
(السَّلام عَليكُم ورَحمة اللهِ).
پوښتنې:
س۱: سم ځواب غوره کړئ:
أ: زه په لمانځه کې ګورم:
چت ته، دیوال ته، د سجدې ځای ته.
ب- په رکوع کې وایم:
سُبحان رَبِّـيَ العَظِيم. سُبحانَه رَبِّـيَ الأَعْلى.
ج: په رکوع کې خپل لاسونه په:
زنګنونو ږدم، په پنډیو ږدم.
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
په سجده کې وایم:
سُبْحانَ رَبِّـيَ العَظِيم
په رکوع کې وایم:
سُبْحانَ رَبِّـيَ الأَعْلى
د دوو سجدو تر منځ وایم:
سمع الله لِمَن حَمِدَه
له رکوع څخه د پورته کېدو پر مهال وایم:
ربِّ اغْفِرْ لي
اللهُ أكبَر
س۳: خالي ځایونه ډک کړئ:
د لمانځه څخه سلام ګرځوم او وایم: السلام ................................................................
س۴: لاندې جمله ولیکئ:
په پاتې رکعتونو کې هغه کارونه کوم چې په لومړي رکعت کې مې کړي دي.
- .................................................................
- .................................................................
اتم لوست (۱۵)
ښوونکي ته: - د تشهد پر مهال د ګوتې د پورته کولو څرنګوالی: ( چې د ښي لاس کچۍ او ورپسې ګوتې بندې کړي او د غټې او مسواکۍ ګوتو سرونه سره ونښلوي چې لکه د اوسپنې په څېر کړۍ ترې جوړه شي او په مسواکۍ ګوته اشاره کوي. - د کوچنیانو د ذهني سویي سره مناسب ورته د تشهد الفاظ تشریح کول. - د دې خبرې وضاحت چې په دوه رکعتي لمونځونو کې یوازې یو تشهد وي، د درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو پر خلاف.
تشهد (۱۶) دلوست موخې: - چې زده کوونکی په لمانځه کې د تشهد ځای په نښه کړي. - تشهد په یادو زده کړي. - د تشهد لپاره صحیح کیني.
( التَّحِيّات للهِ، والصَّلوات والطَّيِّبات. «ټول ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي.
السَّلامُ عليك أيُّها النَّبيُّ ورحمَةُ اللهِ وبَركاتُه. سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې پر تا وي ای پیغمبره.
السَّلام عَلَيْنا وعلى عِبادِ اللهِ الصّالحين. سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو.
أشهد أن لا إله إلّا الله، وأشهَد أنَّ محمَّداً عبدُه ورَسولُه). ګواهي ورکوم چې له الله تعالی نه پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی».
تشهد کله ویل کیږي؟
تشهد د لمانځه له دویم رکعت څخه وروسته ويل کيږي او لومړی تشهد بلل کيږي، او د لمانځه له وروستي رکعت څخه وروسته ويل کيږي او اخري تشهد بلل کيږي.
پوښتنې:
س۱: تش ځایونه په لاندې کلمو سره ډک کړئ:
- ( دویم - لومړي - وروستی)
- اول تشهد له .............................. رکعت څخه وروسته ویل کیږي.
- وروستی تشهد له .............................. رکعت څخه وروسته ویل کیږي.
س۲: هغه لمونځونه چې دوه تشهدونه پکې ویل کیږي په یو ګروپ او هغه چې یوازې یو تشهد پکې ویل کیږي په بل ګروپ کې راغونډ کړئ.
دوه تشهده
یو تشهد
د ما خوستن لمونځ
د مازدیګر لمونځ
د ماښام لمونځ
د سهار لمونځ
د ماسپښین لمونځ
س۳: لاندې جملې ولیکئ:
- زه د لمانځه په ټولو کړنو کې د امام پیروي کوم.
- .................................................................
- .................................................................
- زه د لمانځه په پیل کې تحریمه تکبیر وایم.
- .................................................................
- .................................................................
اووم السادس (۱۷)
ښوونکې ته! لمونځ باید په عملي توګه تطبیق شي، د تشهد ځای او پر محمد صلی الله علیه وسلم د درود ویلو ځای پکې وښودل شي. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یادولو یا یې د نوم له اوریدلو سره درود ویلو ته د زده کوونکو هڅول، او هغوی ته یې د ثواب په اړه معلومات ورکول، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: :"مَن صلَّى عَلَيَّ صَلاةً واحِدَةً صلَّى اللهُ عليه عَشْرَ صَلَواتٍ، وحُطَّت عنه عَشْر خَطِيئات، ورُفِعَت له عَشْر دَرَجات". «چا چې پر ما یو ځل درود ووایه، نو الله تعالی به پرې لس ځلې درود ووایي، لس ګناهونه به ترې لرې کړي او لس درجې به ورته پورته کړی شي". دا حدیث نسائي په ۱۲۹۷ شمیره روایت کړی دی.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل (۱۸) د لوست موخې: - زده کوونکي په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل له یادو زده کړي. - په لمانځه کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو ځای وپیژني. - په عملي توګه د تشهد لپاره کیني چې په لومړي او دویم تشهد کې د کېناستلو په توپير پوه شي.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود عبارت دی له:
( اللَّهمَّ صَلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صَلَّيْتَ على إبراهِيمَ وعلى آل إبراهِيمَ، إنَّك حَمِيدٌ مجِيدٌ، وبارِك على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما باركْت على إبراهِيمَ وعلى آل إبراهِيمَ، إنَّك حَمِيدٌ مَجِيدٌ). (یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او عزتمند یې).
کله ویل کیږي؟
په رسول الله صلی الله علیه وسلم د وروستي تشهد پسې او له سلام نه مخکې درود ویل کیږي.
پوښتنې:
س۱: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
(اللَّهمّ صَلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صليت على ......................................... وعلى آل ......................................... إنَّك حميد مجيد، وبارِك على محمَّد وعلى آله ......................................... كما باركت على إبراهِيمَ وعلى آلِ إبراهيم، إنَّك حَمِيد مجيد).
س۲: په لوست کې د پېغمبرانو له نومونو څخه دوه نومونه راغلي دي هغه کوم دي؟
......................................... او .........................................
س۳: په لاندې ځوابونو کې له صحیح ځواب څخه کړۍ تاوه کړئ:
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل کیږي:
أ- د لومړي رکعت نه وروسته. ب- د وروستي تشهد پسې.
اتم لوست (۱۹)
ښوونکی باید زده کوونکو ته لاندې ټکې تشریح کړي: - د لمانځه د ادا کولو پر مهال د زړه حضور (عاجزي). - د لمانځه باطلوونکي او د اودس ماتیدلو معنا څه ده. - په لمانځه کې د زیات حرکت مثالونه کوم دي؟
د لمانځه باطلوونکي (۲۰) د لوست موخې: - زده کوونکی وکولای شي د لمانځه باطلوونکي وښیي. - د اودس ماتیدل او د لمانځه د باطلوونکو شیانو ترمنځ تړاو ورکړي. - د لمانځه له باطلوونکو څخه ځان وساتي.
لمونځ په لاندې کارونو باطلیږي، لکه:
۱- خوراک. ۲- څښاک. ۳- خبرې کول.
۴- خندا کول. ۵- په تشو متیازو، ډک اودس ماتي او باد وتلو اودس ماتیږي. ۶- زیات حرکت.
پوښتنې:
س1: زده کوونکي په داسې حال لمونځ وکړ چې په خوله کې یې چاکلیټ و، هغه یې تېر کړ، نو آیا لمونځ یې صحیح دی کنه؟ او ولې؟
س۲: (خوراک - تشې متیازې - ډکې متیازې - باد )
په تشو ځایونو کې له پورته ځوابونو څخه یو ولیکئ
اودس په …………………………………………،............................................ او..................................وتلو سره ماتیږي.
س۳: هغه شکل غوره کړئ چې د لمانځه یو باطلوونکی پکې وي:
خندا. د سترګو پټول. پرنجی. خبرې کول.
خوراک. تنفس. څښاک.
س۴: لاندې کلمې ولیکئ:
- زه د لمانځه له باطلوونکو څخه ډډه کوم.
- .................................................................
- .................................................................
- کله چې د یو باطلونکي له امله زما لمونځ باطل شي نو د لمانځه راګرځول راباندې واجب دي.
- .................................................................
- .................................................................
- د پاکۍ په حالت کې لمانځه ته راځم.
- .................................................................
-.................................................................
Related books
All books
المناهج التعليمية - الصف الثاني
المناهج التعليمية - الصف الثالث
المناهج التعليمية - الصف الرابع
المناهج التعليمية - الصف الخامس