صفة الوضوء والصلاة (مرئي)
PROJ-187
څنګه اودس وکړم؟
م
غږ
1
د اذان غږ ..
2
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ} [اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ)].
[سورة المائدة: ایت 6]
3
له اودس پرته لمونځ نه سمیږي، له نيت پرته اودس نه سمیږي، او له اخلاص پرته نيت نه سمیږي، او د نيت ځای زړه دی نه ژبه.
4
بسم الله .. د الله په نوم پیل کوم ..
د اوداسه په پيل کې بسم الله ویل مشروع دي.. نو اودس پرې پیلوو، بيا د امکان په صورت کې د خولې د پاکولو لپاره مسواک استعمالوو..
5
لاسونه درې ځلې مینځو، د ګوتو له څوکو څخه یې پيلوو د لاس تر مړوند پورې..
6
بیا لاسونه تر څنګلو پورې په پرله پسې ډول درې ځلې مینځو.
7
او پیل به په ښي لاس سره وي، هغه به درې ځله وینځو، بیا به ورپسې چپ لاس درې ځلې و مینځل شي.
8
لکه څرنګه چې جواز لري چې یو ځلې ښی لاس و مینځو بیا کيڼ لاس، بيا ښي لاس بیا کيڼ لاس و مینځو.. او همدارنګه.
9
او باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د ګوتو مینځ ته اوبه رسیدلي دي..
10
بیا مضمضې او استنشاق ته اوړو ..
11
مضمضه (د خولې مینځل) په خوله کې د اوبو په اچولو سره ترسره کیږي، او دا چې د هغې دننه حرکت ورکړي، بیا یې غړغړه کړي او بیا یې وغورځوي.
12
او استنشاق (پوزې ته د سا په کش کولو سره اوبه رسول او بیا یې بیرته په چپ لاس سره راویستل او سوڼ کول دي.
13
سنت عمل دا دی چې که چېرته روژه ونه لرو او یا له کوم ضرر څخه ویره و نه لرو نو باید چې مبالغه پکې وکړو.
14
مضمضه او استنشاق لپاره دوه طریقې شتون لري:
15
الوصل؛ هغه داسې چې یوه لپه اوبه واخلو، په نیمایي سره مضمضه وکړو او بیا به پاتې نیمایي سره یې استنشاق وکړو...
اوبه په خوله کې غړغړه کوو او بیا به یې اچوو، بیا هغه اوبه مو چې استنشاق کړې وې په کیڼ لاس سره سوڼ کوو...
دا کار په درې لپو اوبو سره درې ځلې کوو.
16
جلا کول داسې کیږي چې مونږ د مضمضې او استنشاق لپاره جلا جلا لپه اوبه کاروو، یوه لپه اوبه اخلو او ټولې خولې ته اچوو، بیا یې په خوله کې اړوو راړوو، بیا یې غورځوو، بیا دویمه لپه اوبه پوزې ته کش کوو بیا یې بېرته په چپ لاس سره سوڼ کوو...
17
د مضمضې او استنشاق پسې: د مخ وینځل دي ..
18
په اوږدوالي د مخ اندازه د سر د ویښتانو د شنه کیدلو له ځای څخه د زنې تر لاندينۍ برخې پورې، او په پلنوالي (عرض) سره: له یوه غوږ نه تر بل غوږ پورې ده.
19
او د مخ ټول ویښتان مینځل واجب دي؛ لکه د رنګړۍ ږیرې ویښتان، بریتونه، وریځې، باڼه، او هغه ویښتان چې د ټیټې شونډې لاندې شنه شوي وي..
20
د مخ مینځلو لپاره دوه طریقې شتون لري:
21
لومړی: په دواړو لاسونو اوبه راخلو، بیا په هغو سره د سر د ویښتانو د شنه کیدو له ځای څخه د زنې تر لاندينۍ برخې پورې، او له ښي غوږ څخه تر کیڼ غوږ پورې وینځو ، که ږيره ګڼه وي نو سنت ده چې تر زنې لاندې اوبه ورسوو او د ږيرې لاندې برخه په ګوتو سره خلال کړو.
دا کار درې ځلې ترسره کوو، چې دا بشپړ عمل دی، یا دوه ځلې، او یا هم یو ځل چې دا واجب دی.
22
دویم: اوبه یوازې په ښي لاس سره راخلو، بیا یې مخ ته اچوو بیا د مخکینۍ طریقې په څېر په دواړو لاسونو سره مخ مینځوو.. دا کار درې ځلې ترسره کوو..
23
د اودس په غړو کې ترتیب واجب دی، او همدارنګه د هغو تر منځ همغږي هم واجب ده، پدې معنا چې یو غړی د بل غړي څخه مخکې نکړو، او له یوه غړي څخه بل غړي ته په انتقال کې ځنډ ونه کړو..
24
د مخ له وینځلو وروسته، د لاسونو مینځلو ته انتقالیږو.
25
د لاسونو د مینځلو واجب اندازه: د ګوتو له څوکو څخه تر څنګلو پورې، د دواړو څنګلو له مینځلو سره.
26
د ښي لاس د ګوتو د څوکو په وینځلو سره یې پیلوو او ګوتې خلالوو داسې چې دواړه لاسونه یو بل کې ورکوو، او بیا اوبه تر څنګلو پورې ورسول شي..
27
.. بیا کیڼ لاس ته انتقالیږو او و ینځو یې د لاس د ګوتو خلالولو سره تر څنګل پورې..
28
بیا د سر مسحې ته انتقالیږو.. لاسونه په تازه اوبو سره لندوو، بیا هماغه لانده لاسونه د سر مخامخ برخې د ویښتانو د شنه کیدو ځای باندې ږدو او بیا یې تر څټ پورې بوځو، بیا یې بیرته هماغه ځای ته رارسوو چې پیل مو ترې کړی و.. او د سر په مقدار کې د ویښتانو والا او ګنجي تر منځ توپیر نشته..
29
بیا له مسحې څخه په پاتې اوبو سره غوږونه مسح کوو، دا کار یو ځلې ترسره کوو..
30
د غوږونو د مسح کولو طریقه دا ده چې د غوږونو په دواړو سوریو کې د شهادت ګوتې ننباسو او مسح یې کړو او په غټو ګوتو سره د غوږونو شاګانې مسح کړو، نو پدې سره به مو د دواړو غوږونو مخ او شاګانې مسح کړي وي.
31
بیا د پښو مینځلو ته انتقالیږو او د دواړو پښو د واجب مینځلو مقدار: د پښو له څوکو څخه تر ګِيټیو (ښنګرو) پورې دی او د پوندو مینځل واجب دي.
32
په ښۍ پښې باندې پیل کوو او د پښو ګوتې خلالوو او د دواړو پوندو او پښو د شا برخې مینځلو ته پاملرنه کوو...
33
بیا کیڼه پښه داسې مینځو لکه څرنګه چې مو ښۍ پښه مینځلې وه او د ګوتو خلالول نه هېروو او ډاډ ترلاسه کوو چې پښه په بشپړه توګه مینځل شوې ده او اوبه پوندو او ښنګرو ته رسیدلي دي.
34
أشْهَدُ أنْ لا إلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وأشهدُ أنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی، او شریک نه لري، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی.
35
له اودس نه وروسته ذکر او دعا کول سنت دي، او سنت دی چې دا هم اضافه کړي:
36
اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَوَّابِينَ، واجْعَلْني مِنَ المُتَطَهِّرِينَ. اې الله ما له توبه کوونکو څخه وګرځوه او ما له پاکو کسانو څخه وګرځوه.
37
یا:
سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ وبِحَمْدِكَ، أشْهَدُ أنْ لا إلهَ إِلاَّ أنْتَ، أسْتَغْفِرُكَ وأتُوبُ إِلَيْكَ اې الله تا لره پاکي دی او ټوله ستاینه تا لره ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه له تا بخښنه غواړم او تاته توبه کوم.
م
هغه څه چې پر سکرین لیکل شوي دي
1
څنګه اودس وکړم؟
2
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ} [اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ)].
[سورة المائدة: ایت 6]
3
د لاسونو مینځل
4
مضمضه او استنشاق
5
يوځای کول
6
جلا کول
7
د مخ مینځل
8
لمړۍ
9
دوهمه
10
نيت او بسم الله ويل
11
د لاسونو مینځل
12
مضمضه كول
13
استنشاق كول
14
د مخ مینځل
15
تر څنګلو پورې د دواړو لاسونو مینځل
16
د سر مسح کول او د غوږونو مسح کول
17
د پښو مینځل د ګیټیو (ښنګرو) سره
18
د لاسونو مینځل
19
د سر مسحه كول
20
د سر پیل = د تندي منحني (ګول) ځای او په طبیعی توګه د ویښتانو د شنه کیدو له ځای څخه ...
21
د سر پای = د څټ د ویښتانو د شنه کیدو تر پایه..
22
د غوږونو مسحه
23
د پښو مینځل
24
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ويلٌ للأعقابِ منَ النَّار، أسبِغُوا الوضوء». "افسوس او هلاکت دې وي پر هغه چا چې د پښو پوندي نه مینځي، په ښه توګه اودس وکړئ".
ابو داود روایت کړی.
25
«أشْهَدُ أنْ لا إلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وأشهدُ أنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». "زه شاهدي ورکوم چې د الله پرته بل معبود نشته، یو دی، هغه شریک نه لري، او زه شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی".
مسلم روایت کړی.
26
«اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَوَّابِينَ، واجْعَلْني مِنَ المُتَطَهِّرِينَ». "اې الله ما له توبه کوونکو څخه وګرځوه، او ما د پاکي کوونکو څخه وګرځوه".
ترمذي روایت کړی.
27
«سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ وبِحَمْدِكَ، أشْهَدُ أنْ لا إلهَ إلَّا أنتَ، أسْتَغْفِرُكَ وأتُوبُ إلَيكَ». "اې الله تا لره پاکي ده او تا لره ستاینه ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه له تا څخه بښنه غواړم او تا ته توبه کوم".
نسايي په "عمل اليوم والليلة" کې روایت کړی دی.
څنګه لمونځ وکړم؟
لمونځ له تکبیر څخه تر سلام ګرځولو پورې..
م
غږ
۱
د لمانځه لپاره د اقامت غږ ..
۲
د اقامت غږ جریان لري..
نيت را په زړه کول د لمانځه لومړی کار دی چې لمونځ کوونکی یې کوي، او ځای يې زړه دی
۳
قبلې ته مخ کوو، او که ته امام یا منفرد یې، نو مخې ته دې سُتره کېږده.
۴
الله اکبر ..
تکبیر تحریمه او پدې سره لمانځه ته داخلېږو، او باید په ژبه وويل شي..
۵
او د تکبیر پر مهال خپل لاسونه د اوږو برابر پورته کوو، او د ګوتو مخ قبلې ته کوو.
یا:
په همدې طریقې سره یې د غوږونو په برابرۍ پورته کوو..
۶
له تحریمه تکبیر څخه وروسته دواړه لاسونه په سینه او یا د سینې لاندې د نوم د پاسه او یا د نوم نه لاندې ږدو او دا ټول صحیح دي.
ښی لاس په کیڼ (چپ) لاس باندې ږدو
یا د ښي لاس مخ د کیڼ لاس له شا څخه تاوو.
او یا په ښي لاس د چپ لاس مړوند نیسو ..
۷
«اللهمَّ باعِدْ بينِي وبينَ خَطايايَ كما باعَدتَّ بينَ المشرقِ والمَغرب، اللهمَّ نقِّني من خطايايَ كما يُنقَّى الثَّوبُ الأبيضُ منَ الدَّنَس، اللهمَّ اغسِلْنِي من خَطَايايَ بالثَّلجِ والماءِ والبَرَد». «ای الله! زما او زما د ګناهونو تر منځ دومره لرې والی راولې، لکه څنګه چې دې د مشرق او مغرب په منځ کي لرې والی راوستی دی، ای الله! ما له خپلو ګناهونو نه داسې پاک کړې، لکه څنګه چي سپینه جامه له خیرو نه پاکیږي، ای الله! ما له ګناهونو نه په واوره، اوبو او ږلۍ سره ووینځې».
د تکبیر تحریمې له ویلو وروسته او له قرائت څخه مخکي د استفتاح دعا وایو، او د استفتاح لپاره نورې دعاګانې هم ثابتې دي، او سنت دا دی چې د دعاګانو په ویلو کې تنوع وشي..
۸
أعوذُ باللهِ منَ الشَّيطانِ الرَّجيم.. زه له رټل شوي شيطان نه په الله تعالی پورې پناه نيسم.
له استفتاح څخه وروسته: استعاذه، او ورپسې د فاتحې سورت ویل دي ..
۹
په خشوع او اطمینان سره، یو یو آیت تلاوت کوو.
۱۰
آمین ..
او ددې ویل د لمونځ کوونکي لپاره سنت دي، که امام وي یا مأموم او یا منفرد او دا د فاتحې یو آيت نه، بلکې دعاء ده چي معنا يې ده: اې الله دعا مې قبوله کړه.
۱۱
له فاتحې نه وروسته له قرآن کریم څخه یو څه لولو چې آسان وي؛ یا بشپړ سورت او یا د سورت یوه برخه لولو او د تلاوت نه وروسته یوه لنډه دمه کوو مخکې له دې چې رکوع ته لاړ شو.
۱۲
الله اکبر ..
له قیام څخه رکوع ته د انتقالیدو تکبیر وایو..
دا په لمانځه کې دویم ځای دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به لاسونه پورته کول؛ نو سنت دا دي چې خپل لاسونه د اوږو یا غوږونو برابر پورته کړو.
۱۳
لاسونه پر زنګنونو ږدو، په داسې حال کې چې ګوتې مو خلاصې وي او زنګنونه پرې کلک نیسو.
په رکوع کې اطمینان حاصلوو او خپل لاسونه له اړخونو څخه لرې ساتو، او د خپل مخ هډوکي ته یوې خوا ته میلان نه ورکوو.
۱۴
په داسې حال کې چې ملا برابره وي او لینده نه وي او سر له ملا سره برابر وي، نه يې پورته نیسو او نه ښکته.
۱۵
«سبحانَ ربِّيَ العظيم» «زما ستر رب لره پاکي ده».
تسبيح درې ځلې تکراروو، چې دا تر ټولو لږ کمال دی، او يو ځل تسبيح ویل بسنه کوي، او که وغواړو نور هم زياتولای شو، او په مأثور تسبیح کې تنوع کوو.
۱۶
هغه اذکار چې په رکوع کې ویل کيږي مختلف دي.
۱۷
سَمِعَ اللهُ لمَنْ حَمِدَه.. الله د هغه چا ستاینه واوریده چې هغه یې وستایه.
دا هغه مهال وایو چې له رکوع څخه پورته کیږو او یوازې لمونځ کوو، او یا دا چې زموږ څخه یو تن امام وي ..
۱۸
خپل لاسونه تر اوږو یا د غوږونو په برابرۍ پورته کوو، او دا دریم ځای دی چې لاسونه پکې پورته کوو.
۱۹
بیا نېغ ودرېږو، او وایو:
«رَبَّنَا ولكَ الحَمْدُ». «زموږ ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي».
۲۰
له رکوع څخه د پورته کېدو نه وروسته، کولی شو خپل لاسونه زوړند پریږدو او یا یې وتړو ..
۲۱
له رکوع نه وروسته نېغ درېدل او په هغه کې اطمینان کول سنت دي.
۲۲
الله اکبر ..
بیا ځمکې ته ښکته کېږو او له قیام څخه سجدې ته د انتقالېدو تکبیر وایو.
لاسونه د زنګونونو څخه مخکې ږدو، او یا زنګونونه د لاسونو څخه مخکې ږدو، هر یو چې زموږ لپاره اسانه و همغه کوو.
۲۳
او پر اوو هډوکو باندې باید سجده وکړو؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلې دي.
تندی سره له پوزې، دواړه لاسونه، دواړه قدمونه، دواړه زنګنونه.
۲۴
د پښو د ګوتو څوکې قبلې په لور ګرځوو، او پښې سیده دروو.
ورنونه یو له بله بېلوو او خېټه له ورنونو څخه ليرې ساتو.
موږ لاسونه د ځمکې او بغلونو ساتو، پداسې حال کې چې په جماعت لمانځه کې نه یو او زموږ شاوخوا خلکو ته د زیان رسولو ویره نه وي.
لاسونه د غوږونو او یا اوږو برابر پورته کوو..
۲۵
«سبحانَ ربِّي الأعلى».. «پاکي بيانوم د خپل رب چې ډېر اوچت دی».
تسبيح درې ځلې تکراروو، چې دا د بشپړتیا تر ټولو لږ حد دی او يو ځل تسبيح ویل بسنه کوي، او که وغواړو نو زياتولای یې شو، او په مأثور تسبیح کې تنوع کوو، او د دنیا او آخرت د ښېګڼو څخه مو چې هر څه خوښه وي دعا کوو.
۲۶
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ». "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".
۲۷
الله اکبر ..
د "الله اکبر" په ویلو سره له سجدې څخه سر پورته کوو.
کیڼه (چپه) پښه هواره وو او په ډاډمنه توګه پرې کښېنو او ښۍ پښه دروو، او ګوتې یې قبلې لور ته کوو.
او یا ..
دواړه پښې دروو، او پر پوندو کېنو.
څنګلې غوړوو، ښی څنګل په ښي ورون، او کیڼ څنګل په کیڼ ورون، زنګون ته نږدې او یا په زنګون باندې ږدو.
۲۸
ربِّي اغفر لي.. اې زما ربه! ما ته بخښنه وکړه.
دغه دعا د دوو سجدو تر منځ وایو، وروسته له دې چې ډاډمن کښېنو..
۲۹
الله اکبر ..
د "الله اکبر" په ویلو سره دویمې سجدې ته ښکته کېږو، او دا په څرنګوالي او هغه څه کې چې باید په کې وویل شي د لومړۍ سجدې په څېر ده..
۳۰
الله اکبر ..
دویم رکعت د لومړي رکعت په څېر اداء کوو:
د لاسونو اېښودل، د فاتحې لوستل، د قرآن کریم څخه یو یا څو آیتونه لوستل ..
بیا رکوع کوو..
الله اکبر ..
بیا پورته کېږو ..
«سمع الله لمن حمده»، الله د ثنا ویونکي غږ واورېده.
بیا سجدې ته ښکته کېږو ..
الله اکبر ..
دوه سجدې کوو، بيا تشهد ته کښېنو..
الله اکبر ..
الله اکبر ..
الله اکبر ..
۳۱
د دویم رکعت له بشپړولو وروسته تشهد ته غوړیدلي کېنو.
۳۲
غوړیدلې ناسته د دوه رکعتي لمونځونو په تشهد کې وي؛ لکه سهار، جمعه، او د اخترونو لمونځ، لکه څرنګه چې په درې او څلور رکعتي لمونځونو، او د دوو سجدو په منځ کې ناسته کې ترسره کېږي..
۳۳
په هغه چا باندې حرج نشته چې د بدن د غټوالي له کبله، او يا د پښو د درد او داسې نور عواملو له کبله نشي کولی چې د افتراش په بڼه کښیني چې (ښي پښه ودروي، او چپه پښه څملوي) نو هر ډول ناسته چې ورته اسانه وي په هغه شکل دې کښېني.
۳۴
په تشهد کې ښی لاس په ښي ورانه او چپ لاس په چپ ورانه ږدو، او د شهادت له ګوتې پرته نورې ټولې ګوتې راټولوو، او د شهادت په ګوته اشاره کوو.
۳۵
د منځ ګوته د غټې ګوتې سره حلقه کوو او په مسواکۍ ګوته اشاره کوو..
۳۶
او کیڼ لاس چې دی نو یا یې پر چپ ورون غوړوو او یا یې د زنګانه له سترګي تاوو.
د تشهد پر مهال د ښي لاس شهادت ګوتې ته کتل مستحب دي.
۳۷
«التَّحِيَّاتُ للهِ والصَّلواتُ والطَّيِّباتُ، السلامُ عليكَ أيُّها النبيُّ ورحمةُ اللهِ وبرَكاتُه، السلامُ علَينا وعلى عِبادِ اللهِ الصَّالِحِين، أشهدُ أن لا إلهَ إلَّا اللهُ، وأشهدُ أنَّ محمَّدًا عبدُهُ ورسولُه». «ټول ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی نه پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی».
لومړی تشهد یوازې هغه مهال وایو چې لمونځ درې او یا څلور رکعته وي.
او که لمونځ دوه رکعتي وي لکه د سهار لمونځ، د جمعې لمونځ او یا د دوو اخترونو لمونځونه، نو د ابراهیمي درود په لوستلو سره تشهد بشپړوو..
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ» یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی شوی او لوي یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوي یې».
۳۸
السلامُ عليكُم ورحمةُ اللهِ..
السلامُ عليكُم ورحمةُ اللهِ..
سلام د تشهد له بشپړولو او د مسنونه دعاګانو له لوستلو وروسته ترسره کېږي .. لېکن دا په دوه رکعتي لمونځ کې دی.
۳۹
په ټیټ غږ سره: الله اکبر اورو
خو که لمونځ درې رکعتي وي لکه د ماښام لمونځ، او يا څلور رکعتي وي لکه د ماسپښین، مازديګر، او ماخوستن لمونځونه.
۴۰
نو د لومړي تشهد نه وروسته پاڅېږو يو رکعت لمونځ کوو، که د ماښام لمونځ وي، او که د ماسپښين، او مازدیګر او ماخوستن لمونځونه وي نو دوه رکعته لمونځ کوو، او په دواړو رکعتونو کې د فاتحې سورت وايو، سر بیره پر ټولو جزئياتو چې مخکې مو د رکوع، سجدې، قیام او ناستې په حالت کې بیان کړ.
۴۱
الله اکبر ..
۴۲
هغه صلی الله علیه وسلم به د هر لمانځه په اخري تشهد کې چې دوه تشهد به یې درلودل د تورک په بڼه کېناسته..
۴۳
د تورک ناسته یوازې د درې او څلور رکعتي لمونځونو په وروستي تشهد کې وي، او له یوې څخه زیاتې بڼې لري:
۴۴
چپه پښه څملول، او ښۍ پښه درول، او دواړه پښې له ښي اړخ څخه راوېستل، او په ځمکه کېناستل لږول ..
او یا:
دواړه پښې څملول، او له ښي اړخ څخه یې راوېستل.
او یا:
ښۍ پښه درول، او کیڼه پښه د ښي ورانه او پنډۍ تر مینځ ننوېستل.
۴۵
د وروستي تشهد په ناسته کې، تشهد وایو، او وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایو.
۴۶
له سلام اړولو مخکې او له تشهد څخه وروسته پر الله تعالی له څلورو شیانو پناه غواړو : د دوزخ او قبر له عذاب څخه، د ژوند او مرګ له فتنې څخه او د دجال له فتنې څخه ..
بیا د دنیا او آخرت له ښېګڼو څخه چه څه غواړو دعا کوو..
۴۷
السلامُ عليكُمْ ورَحمَةُ الله
السلامُ عليكُمْ ورَحمَةُ الله
د لمانځه پای او له هغه څخه وتل پرته له سلام سره نه واقع کیږي..
۴۸
په سلام سره لمونځ پای ته رسوو.
أسْتَغْفِرُ الله.. أسْتَغْفِرُ الله.. أسْتَغْفِرُ الله.. اې الله بخښنه غواړم .. اې الله بخښنه غواړم .. اې الله بخښنه غواړم ..
۴۹
سنت دا دی چې کله لمونځ کوونکی سلام وګرځوي چې درې ځلې له الله تعالی بخښنه وغواړي، بیا په هغه څه سره الله تعالی یاد کړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي دي.
م
پر سکرین لیکل شوی
۱
که ته امام یې او یا یواځې يې
۲
تکبیر تحریمه
۳
لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کوو
۴
او یا د غوږونو په برابرۍ په ورته طریقې سره
۵
لاسونه د سینې له پاسه ږدو
۶
او یا د نامه نه پورته
۷
او یا له نامه نه ښکته
۸
ښی لاس په کیڼ لاس باندې ږدو
۹
او یا په ښي لاس باندې د چپ لاس مړوند نیسو
۱۰
د استفتاح (پیل) دعا
۱۱
«اللهمَّ باعِدْ بينِي وبينَ خَطايايَ كما باعَدتَّ بينَ المشرقِ والمَغرب، اللهمَّ نقِّني من خطايايَ كما يُنقَّى الثَّوبُ الأبيضُ منَ الدَّنَس، اللهمَّ اغسِلْنِي من خَطَايايَ بالثَّلجِ والماءِ والبَرَد». رواه مسلم. «اې الله! له ما څخه زما ګناهونه دومره لرې کړې، لکه شرق او غرب دې چې له یو بل څخه لرې کړي دي، اې الله! ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړې لکه سپینه جامه چې له خیرې څخه پاکه شي، اې الله! ما له ګناهونو څخه په واوره، اوبو او ږلۍ و مینځې ( پاک کړې)».
۱۲
د دې دعاګانو تر منځ تنوع کول سنت دي
۱۳
پناه غوښتل
۱۴
أعوذُ باللهِ منَ الشَّيطانِ الرَّجِيم زه له رټل شوي شيطان نه په الله تعالی پورې پناه نيسم.
۱۵
د فاتحې سورت
۱۶
(الحمد لله رب العالمين الرحمن الرحيم مالك يوم الدين إياك نعبد وإياك نستعين اهدنا الصراط المستقيم صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين) ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی. ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان. څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی. خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو. وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره. د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.
۱۷
آمین
۱۸
دعاء په دې معنا چې: اې الله دعا مې قبولې کړه
۱۹
له قرآن کریم څخه یو څه لولو چې آسان وي
۲۰
رکوع ..
۲۱
الله اکبر
۲۲
ملا باید برابره وي، نه دا چې لینده وي..
۲۳
«سبحانَ ربِّيَ العظيم» زما ستر رب لره پاکي ده.
۲۴
په رکوع کې له مسنونه اذکارو څخه
۲۵
«سُبُّوْحٌ قُدُّوْسٌ، رَبُّ المَلَائِكَةِ وَالرُّوْحِ» "پاکي دې وي پاک ذات لره، د ملاېکو او روح رب لره".
۲۶
سُبحانَكَ ربَّنا وبحمدِك، اللهمَّ اغفِرْ لي.. اې زموږ ربه ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه..
۲۷
سَمِعَ اللهُ لمَن حَمِدَه الله د ثنا ویونکي ستاینه واورېده
۲۸
ربَّنا ولكَ الحمدُ، حمدًا كثيرًا طيِّبًا مُبارَكًا فيه ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي، ډېرې پاکې او مبارکې ستاینې
۲۹
لاسونه خلاص پرېږدو
۳۰
او یا یې تړو
۳۱
سجده ..
۳۲
تندی له پوزې سره
۳۳
لاسونه/ مړوندونه
۳۴
زنګنونه
۳۵
پښې/دواړه قدمونه
۳۶
سُبحانَ ربِّيَ الأعلى زما د رب شان ډېر لوی دی ...
۳۷
«أقربُ ما يكونُ العبدُ من ربِّه وهوَ ساجِدٌ، فأكثِروا الدُّعاء». رواه مسلم "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".
۳۸
غوړېدلې ناسته..
۳۹
د اقعاء ناسته .. (دواړه پښې درول او پر پوندو کېناستل)
۴۰
ربِّ اغفِرْ لي اې الله ماته بخښنه وکړه (درې ځلې)
۴۱
اللهمَّ اغفِرْ لي، وارحَمني، واجبُرني، واهدِني، وارزُقني .. «اې الله، ما ته بخښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما جبران کړه، ما ته هدایت وکړه، ما ته روزي راکړه» ..
۴۲
سهار
۴۳
جمعه
۴۴
دوه اخترونه
۴۵
ماسپښین
۴۶
مازدیګر
۴۷
ماښام
۴۸
ماخوستن
۴۹
«التَّحِيَّاتُ للهِ والصَّلواتُ والطَّيِّباتُ، السلامُ عليكَ أيُّها النبيُّ ورحمةُ اللهِ وبرَكاتُه، السلامُ علَينا وعلى عِبادِ اللهِ الصَّالِحِين، أشهدُ أن لا إلهَ إلَّا اللهُ، وأشهدُ أنَّ محمَّدًا عبدُهُ ورسولُه». «ټول ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی نه پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی».
۵۰
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ» «یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې لورولي و، بېشکه ته ستایلی شوی او لوي یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوي یې».
۵۱
ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن
۵۲
سهار - جمعه - دواړه اخترونه ..
۵۳
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ» «یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی شوی او لوي یې، یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوي یې».
۵۴
السَّلامُ عليكُم ورحمةُ الله
۵۵
«وإذا جلَسَ في الرَّكعةِ الآخِرةِ، قدَّم رِجْلَه اليُسرى، ونصَبَ الأُخرى، وقعَدَ على مَقعَدَتِه». او کله چې اخري رکعت کې کښېني، نو چپه پښه دې مخکې کړي، بله پښه دې ودروي، او پر خپل کوناټي دې کښېني». بخاري روایت کړی.
۵۶
د تورک ناسته (چپه پښه څملول، او ښۍ پښه درول او دواړه پښې له ښي اړخ څخه راوېستل، او په ځمکه کېناستل).
۵۷
«اللهم إني أعوذ بك من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال». "اې الله زه تاته د جهنم له عذاب نه، د قبر له عذاب نه، او د ژوند او مرګ له فتنې نه، او د مسیح دجال له فتنې څخه پناه در وړم".
۵۸
«اللَّهمَّ إنِّي ظلَمتُ نَفسي ظلمًا كثيرًا، ولا يغفرُ الذُّنوبَ إلَّا أنتَ، فاغفِر لي مغفرةً من عندِكَ وارحَمني إنَّكَ أنتَ الغفورُ الرَّحيمُ». رواه البخاري. (یا الله! ما پر خپل ځان ډېر ظلم کړی دی او له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی، نو ما ته له خپل لورې بخښنه وکړه، او پر ما مهرباني وکړه، بېشکه یوازې ته بخښوونکی او رحم کوونکی یې).
۵۹
درې ځلي استغفر الله ویل.
۶۰
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «إنَّ أَوَّلَ ما يُحاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَومَ القِيامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاتُهُ؛ فَإِنْ صَلَحَتْ فَقَدْ أَفْلَحَ وَأَنْجَحَ، وَإِنْ فَسَدَتْ فَقَدْ خابَ وَخَسِرَ». «د قيامت په ورځ به د بنده سره تر ټولو لومړی د هغه د اعمالو څخه د لمونځ حساب کيږي؛ که لمونځ یې سم و نو هغه بریالی او کامیاب دی او که نا سم و، نو هغه به نا امید او زیانمن وي». ابو داود، ترمذي او نسایی روایت کړی دی.