المختصر المفيد للمؤذن والإمام والخطيب وأحكام المساجد
د مؤذن، امام، خطيب، او د جوماتونو د احکامو په هکله
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
د مؤذن، امام، خطيب،
او د جوماتونو د احکامو په هکله
([4]).
د حديثونو او فقه کتابونه، د خطبې، امامت، اذان او جوماتونو اړوند بابونه.
المفيد في تقريب أحكام الأذان، لیکوال: ډاکټر محمد بن عبدالرحمن بن ملهي العريفي، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت.
د جمعې د خطبې موضوعات، لیکوال: عبد الرحمن بن معلا اللويحق، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت.
ګټور لنډیز
إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلل فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان وسلم تسليمًا.
اما بعد: څرنګه چې خلک په دوامداره توګه هغه څه ته اړتیا لري چې د دوی حالات سم کړي، نو شريعت هم ددې لپاره راغلی دی چې د دوی اړتیاوې پوره کړي، له هغو جملې څخه د لمونځ لپاره اذان او اقامت، د خلکو امامت، د جمعې خطبه او د جوماتونو احکام دي، له همدې امله د جومات د مؤذن، امام او د جمعې خطيب مسؤليت ډېر لوی دی، نو له همدې کبله مو د (ګټور لنډیز، د موذن، امام، خطیب، او د جوماتونو د احکام په هکله) په نوم کتاب چمتو کړی چې په ګڼو ژبو ژباړل کېږي.
لومړی مبحث: د اذان او اقامت احکام
اذان د اسلام او مسلمانانو شعار دی، او هره ورځ او شپه پنځه ځله ویل کېږي، او علماوو په خپلو کتابونو کې د دې مسلې، سنتونو، احکامو، مستحباتو او باطلونکو ته پاملرنه کړې ده، دا یوازې د دې عبادت اهمیت او شرافت له امله دی ([1]). () وګورئ: المفيد في تقريب احكام الاذان، د العریفي: مخ 7.
لومړی مطلب: د اذان او اقامت تعریف
اذان په اصطلاح کې: د لمونځ د وخت د داخلېدو اعلان دی، په ځانګړو او مقررو شرعي الفاظو سره ([2]). () وګورئ: المغني د ابن قدامة:1/ 292، ومختار الصحاح: مخ 16- مادة أ ذ ن، والأذان والإقامة د القحطاني: مخ 5.
اقامت په اصطلاح کې: د لمونځ لپاره د پیل (درېدو) اعلام دی، په ځانګړي شرعي ذکر سره ([3]). () وګورئ: كشاف القناع: 1/ 230.
دویم مطلب: د اذان او اقامت حکم
اذان او اقامت د قرآن، سنت، او اجماع لمخې روا شوي دي:
له قرآن څخه؛ الله تعالی فرمایلي دي: (او كله چې تاسو لمانځه ته اواز كوئ (،نو) دوى هغه ټوقې او لوبې وګرځوي، دا ځكه چې بېشكه دوى داسې خلق دي چې هېڅ عقل نه لري) [المائدة: 58].
او له سنت څخه؛ ددې دواړو د مشروعیت په هکله ډېر حدیثونه دلالت کوي، له هغو له جملې څخه:
د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویل یې: کله چې مسلمانان مدینې ته راغلل، نو د لمانځه د انتظار لپاره به راټول شول، خو د لمانځه لپاره اذان نه کېده، یوه ورځ دوی په دې اړه خبرې وکړې، او ځینو یې وویل: د عیسویانو د زنګ په څېر زنګ وټاکئ، او ځینو یې وویل: "بلکې د یهودیانو د شپیلۍ په څېر ښکر وټاکئ، عمر وویل: ایا تاسو یو سړی نه لیږئ چې د لمانځه لپاره غږ وکړي؟ رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "اي بلاله! پاڅېږه او د لمونځ لپاره اعلان وکړه" () بخاري: 604، او مسلم: 377 روایت کړی دی.
د اجماع څخه: امت په دې متفق دی چې اذان او اقامت د پنځه وخته لمونځونو لپاره مشروع دي:
امام ابن قدامه المقدسي ویلي: "او امت په دې متفق دی چې اذان د پنځه وخته لمونځونو لپاره مشروع دی"([5]). () المغني: 1/ 293.
یوازې د پنځه وخته لمونځونو لپاره اذان او اقامت د نارينه وو په حق کې فرض کفايي دی، که په حضر کې وي او یا په سفر کې؛ د مالك بن حويرث رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کريم ﷺ ورته فرمايلي: "کله چې د لمانځه وخت راشي، نو ستاسو څخه دې یو کس اذان وکړي، او ستاسو مشر دې ستاسو امامت وکړي" ([6]). () بخاري: 628، او مسلم: 674 روایت کړی دی.
ځکه چې دا دواړه د اسلام له ظاهري عباداتو څخه دي، نو پرېښودل یې جواز نه لري.
خو ښځو ته اذان او اقامت مشروع نه دي، که یوازې لمونځ وکړي او یا نورو ښځو ته امامت وکړي ([7]). () د ابن تیمیة شرح العمدة - كتاب الصلاة، : 101مخ.
دریم مطلب: د اذان او اقامت فضیلت.
د اذان او موذنینو د فضیلت په اړه ډېر نصوص شته، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:
مؤذن د الله تعالى لور ته له بلونکو څخه دی، او د خبرې په لحاظ له ټولو خلکو څخه ښه دى، الله تعالى فرمايي: (او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوک ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېک عمل كوي او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځني یم) [فصلت: 33].
مؤذنان به د قیامت په ورځ تر ټولو اوږدې غاړې ولري؛ له معاویه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې: "مؤذنان به د قیامت په ورځ تر ټولو اوږدې غاړې ولري" ([8]). () مسلم روایت کړی: 387.
اذان او اقامت د شیطان شړونکي دي؛ د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې پيغمبر ﷺ وفرمايل: "کله چې د لمانځه لپاره اذان وشي، شيطان تښتي په داسې حال کې چې له مقعد څخه یې باد روان وي (ضراط)، تر څو اذان وا نه اوري، کله چې اذان پای ته ورسېږي، بېرته را وګرځي، بیا چې کله د لمانځه لپاره اقامت وویل شي، بیا تښتي، او کله چې اقامت پای ته ورسېږي، بېرته راځي تر څو د انسان او هغه د نفس تر منځ وسوسه واچوي، هغه ته وايي: دا څیز ياد کړه، هغه څیز راياد کړه - هغه شيان چې مخکې نه وريادېدل - تر دې چې سړی پوه نه شي چې څو رکعته لمونځ یې ادا کړی دی" ([9]). () بخاري: 1222، او مسلم: 389 روایت کړی دی.
هر هغه څه چې د مؤذن اذان واوري، د قیامت په ورځ د هغه لپاره گواهي ورکوي، د عبدالله بن عبدالرحمن الانصاري څخه روایت دی چې ابو سعید الخدري رضی الله عنه ورته وویل: زه ګورم چې ته پسونه او صحرا خوښوې، نو کله چې ته له خپلو پسونو سره یا په صحرا کې یې، او د لمانځه لپاره اذان کوې، نو په اذان کې خپل غږ لوړ کړه، ځکه چې: '' هېڅ جن، انس او یا بل شی د مؤذن غږ نه اوري، مګر دا چې د قیامت په ورځ به د هغه لپاره گواهي ورکوي". ابو سعيد وويل: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا اورېدلي دي ([10]). () بخاري: 609 روایت کړی.
که خلک په ریښتیا د اذان په فضیلت پوه شي، نو دوی به په خپل منځ کې پچه اچونه وکړی ترڅو پرېکړه وکړي چې څوک به اذان وکړي؛ له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "که خلک د غږ -یعنې اذان- او د لومړي صف په اجر او فضیلت پوه شي، او یوازې او دې کار لپاره بله چاره و نه مومي پرته لدې چې پچه اچونه وکړي، نو هرو مرو به هغوی پچه اچونه وکړي" ([11]). () بخاري: 615، او مسلم: 437 روایت کړی دی.
همدارنګه، مؤذن ته د هغه د غږ د رسېدو تر ځایه پورې مغفرت کيږي، او ټول هغه شیان چې اذان اوري که لامده وي او یا وچ، د هغه تصدیق به کوي، او هغه ته به د هغه چا په څېر اجر ورکړل شي چې د هغه په اذان سره لمونځ کوي، ځکه چې هغه څوک چې خیر ته لارښوونه کوي د هغه چا په څېر دی چې عمل پرې کوي"، د براء بن عازب رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "بېشکه الله او ملائکې یې د لومړي صف لمونځ کوونکو باندې درود وایي، او مؤذن ته د هغه د غږ د رسېدو تر ځایه پورې مغفرت کېږي، او ټول هغه شیان چې اذان اوري، که لامده وي او یا وچ، د هغه تصدیق کوي، او ده ته د هغه چا د لمونځ د ثواب په څېر ورکول کېږي چې هغه سره یې لمونځ کړی وي" ([12]). () احمد: 18506، او نسائي: 646، روایت کړی دی، المنذري په الترغيب والترهيب کې ویلي دي چې اسناد یې حسن جید دی (1/ 176). او ابن الملقن په البدر المنير (3/ 385) کې وایي چې اسناد یې جيد دی.
اذان د اسلام له سترو شعائرو څخه دی، او دا د کفر او اسلام د خاورې تر منځ توپیر دی؛ امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې يو باب راوړی دی چې عنوان يې: «هغه وينې چې د اذان په ذریعه ژغورل کېږي» بیا یې د انس بن مالک رضی الله عنه حدیث نقل کړ: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د یو قوم په وړاندې په جګړه کې رهبري کولو، نو تر سهاره به یې موږ ته د برید امر نه کاوه او څار به یې کاوه، نو کله چې به یې اذان واورېد، پر هغوی به یې برید نه کاوه، او که اذان به یې وا نه اورېده، نو پر هغوی به یې برید کاوه ([13]). () بخاري: 610، او مسلم: 382 روایت کړی دی.
امام خطابي رحمه الله وايي: "پدې حديث کې دا څرګندېږي چې اذان د اسلام د دین شعار دی، او دا يو واجب امر دی چې باید پرېنښودل شي، که چېرې د يو ښار -هیواد- اوسېدونکي د اذان په نه ویلو باندې هوډ وکړي، نو د حاکم لپاره لازمه ده چې هغوی سره جګړه وکړي"([14]). () أعلام الحديث د صحيح بخاري شرح: 1/ 460.
څلورم مطلب: د اذان او لمونځ د صحیح ادا کولو شرطونه.
۱- اسلام: اذان او اقامت له کافر څخه صحيح نه دي؛ ځکه چې دا دواړه عبادتونه دي، او عبادت له کافر څخه نه صحیح کېږي.
۲- عقل: اذان او اقامت له لېوني، نشه يي، او نا بالغ ماشوم څخه صحیح نه دي (هغه چې تميز کوونکی نه وي) ، څنګه چې نور عبادات هم په داسې حال کې نه منل کېږي.
۳- نيت: اذان او اقامت پرته له نيت نه صحیح کېږي؛ ځکه چې دواړه عبادتونه دي، او عبادت پرته له نيت څخه نه صحيح کېږي؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې حدیث پر بنسټ چې فرمایي: «اعمال د نیتونو پربنسټ دي، او هر چا ته هغه څه ورکول کېږي چې هغه یې نیت کړی وي» ([15]). () بخاري: 1، او مسلم: 1907، د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د حدیث څخه.
۴- نر توب (ذکوريت): د ښځې اذان او اقامت نه صحيح کېږي.
۵- اذان باید د لمونځ په وخت کې وي: اذان د لمونځ د وخت نه مخکې صحيح نه دی، د مالک بن الحويرث رضي الله عنه حديث کې راغلي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "... کله چې د لمانځه وخت راشي، نو ستاسو څخه دې یو کس اذان ووایي، او ستاسو مشر دې ستاسو امامت وکړي" ([16])، نو اذان یې د لمونځ د وخت د را رسېدو پورې مشروط کړ، او د لمونځ د وخت را رسېدل یوازې د وخت د داخلېدو باندې کېږي، او اقامت هغه وخت ويل کېږي چې لمونځ لپاره د قیام نیت وشی. () بخاري: 628، او مسلم: 674 روایت کړی دی.
۶- ترتيب: اذان -او همدارنګه اقامت- بايد په منظم ډول وويل شي، يعنې د اذان او اقامت الفاظ د شرعي نصوصو مطابق ترسره شي، کوم چې د اذان او اقامت طریقه بیانوي، پرته له دې چې کومه کلمه د بلې کلیمې څخه مخکې یا وروسته شي؛ ځکه چې اذان يو عبادت دی چې په دې ترتیب سره ثابت شوی دی، نو بايد همداسې ادا شي؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وینا پر بنسټ چې فرمايلي ئې دي: "چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان را پیدا کړ چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي" ([17]). () بخاري: 2697، او مسلم: 1718، د عائشة رضي الله عنها د حدیث څخه روایت کړی دی.
۷- اذان - او همدارنګه اقامت- بايد په مسلسل او پرله پسې ډول وويل شي، مسلسل څخه مراد داده چې: د اذان الفاظو تر منځ تسلسل شتون ولري او مینځ کې خبره او یا کوم فعل ترسره نه شي، او یو له بل څخه د اوږدې وقفې په ذریعه قطع نه شي.
۸- اذان او همدارنګه اقامت باید په عربي ژبه او په هغو الفاظو سره باید وشي چې په سنت کې ذکر شوي وي، او له هغو تېروتنو څخه پاک وي چې معنی تحریفوي.
د اذان پر مهال غږ لوړول، ځکه چې که مؤذن خپل غږ دومره ټیټ کړي چې پرته له ځانه بل څوک یې ونه اوري، نو د اذان د مشروعیت هدف به ترلاسه نشي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ستاسو څخه دې یو څوک اذان وکړي» ([18])، دې ته اشاره کوي چې د غږ لوړوالی د نورو د اورېدو لپاره ضروري دی؛ تر څو د اعلان موخه حاصل شي. که چېرته یو څوک د خپل ځان یا د حاضر کس لپاره چې ورسره نیږدي دی اذان وکړي، نو د غږ لوړوالی لازم نه دی، خو باید په هومره کچه غږ لوړ کړي چې په خپله یا حاضر څوک یې واوري، او که چېرته خپل غږ لوړ کړي، نو دا غوره ده؛ د ابو سعيد خدري رضي الله عنه د حدیث لمخې چې نبي ﷺ فرمایلي دي: "... که ته د خپلو پسونو سره یا په صحرا کې یې او د لمانځه لپاره اذان کوې، نو په اذان کې خپل غږ لوړ کړه، ځکه چې هېڅ جن، انسان یا بل شی نشته چې اذان واوري مګر دا چې دا به د قیامت په ورځ د هغه لپاره شاهدي ورکړي" ([19]). () تخريج یې مخکې ذکر شو. () تخريج یې مخکې ذکر شو.
پنځم مطلب: د مؤذن اړینې ځانګړتیاوې:
۱- باېد په عدالت او استقامت باندې پیژندل شوی وي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې وینا لمخې: «امام مسؤل دی، او مؤذن امانتدار دی، اې الله! امامانو ته لارښوونه وکړه او مؤذنانو ته بخښنه وکړه» ([20]) مؤذن د لمونځ او روژې د وخت امانتدار دی، او امانت یوازې عادل سړی ترسره کولی شي، نو مؤذن باید نه بې حیا وي او نه فاسق چې په ښکاره ګناه وکړي. () ابو داود: 517، او ترمذي: 207 روایت کړی دی.
۲- موذن باید بالغ وي؛ ځکه چې د بالغ اذان کامل دی، او د تمیز لرونکي هلک اذان صحیح دی چې په وخت سره ئې کوي، نو هرکله چې اذان وکړي، د هغه اذان کافي دی؛ ځکه په دې سره د وخت داخلېدو خبر ترسره کېږي.
۳. وختونو باندې باید پوه وي؛ ترڅو وختونو ته په سمه توګه پام وکړي او په خپل وخت سره په لومړي وخت کې اذان ووايي؛ ځکه که وختونو باندې پوه نه وي، د دې احتمال شته چې تېروتنه وکړي.
۴- قوي غږ ولري؛ د عبدالله بن زید رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ، چې د اذان په اړه یې خوب لیدلی و، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: "دا یو ریښتینی خوب دی، نو د بلال سره ودریږه، ځکه چې د هغه غږ تر تا جګ او اوږد دی، نو هغه څه چې تا ته ویل شوي دي، هغه ته یې ووايه، چې هغه یې اعلان کړي" ([21])، او ددې معنى: «وأمدّ صوتًا منك» په معنی ده چې: له تا نه جګ او لوړ غږ لري، دا د دې دلیل دی چې مؤذن بايد جګ غږ ولري، ځکه جګ غږ د اذان په خبر کې ډېر مؤثر دی ([22]). () ترمذي: 189روایت کړی، او ویلي یې دي: حدیث حسن صحيح دی. () وګورئ: تحفة الأحوذي: 1/ 481.
۵. ښکلی (خوږ) غږ ولري؛ د عبدالله بن زيد رضی الله عنه د تېر شوي حدیث لمخې چې رسول الله ﷺ فرمایي: " هغه ستا په پرتله خوږ او اوږد غږ لري" یعنې: د هغه غږ ښکلی او خوږ دی.
۶- د کوچنیو او لویو ناپاکیو څخه پاک وي؛ ځکه چې اذان او اقامت د الله تعالی ذکر دی، او ذکر کوونکي ته مستحب ده چې باید پاک وي.
۷. اذان باید په ولاړه وویل شي؛ د نبي ﷺ د دې وینا لمخې: "اي بلاله! پاڅېږه او د لمونځ لپاره اعلان وکړه" ([23])، ابن المنذر ويلي: "علماو اتفاق (اجماع) کړی چې سنت دا دی چې موذن باید په ولاړه اذان ووایي"([24]). () بخاري: 604، او مسلم: 377 روایت کړی دی، د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه. () الإجماع لابن المنذر: ص 38.
۸- د قبلې په لور اذان کول؛ د عبدالله بن زید رضی الله عنه د یو روایت لمخې چې په خوب کې د اذان لیدلو په هکله دی، چې وایي: بیا یې قبلې ته مخ کړ او ویې ویل: الله أكبر الله أكبر... ([25]) او ابن المنذر ويلي: "علماء اتفاق لري چې د اذان په وخت کې قبلې ته مخ کول سنت دي" ([26]). () ابو داود: 507 روایت کړی. () الإجماع لابن المنذر: مخ 38.
۹- باېد په غوږونو کې د شهادت ګوتې کيږدي، لکه څنګه چې بلال رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې اذان کاوه، د ابو جحیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي: ما وليدل چې بلال اذان کاوه، او خوله يې یوې خوا او بلې خوا ته ګرځوله، او ګوتې يې په غوږونو کې نيولې وې، او رسول الله ﷺ په خپله سره خیمه کې و... ([27]). () ترمذي: 197 روایت کړی، او وایي چې: حديث حسن صحيح دی، او اصل یې په صحيح البخاري 634 کې په لفظ د: عون بن ابو جحیفه، له خپل پلار څخه روایت کړی چې بلال یې ولیده چې اذان یې کاوه او ما د هغه خوله څارله چې خپله خوله یې د اذان پر مهال یوې خوا او بلې خوا ته اړوله.
امام ترمذي د دې حدیث له روايت کولو وروسته وویل: "د علماو عمل پر دې دی: مؤذن ته مستحب دي چې خپلې ګوټې په غوږونو کې کيږدي".
"او له ابن شبرمه څخه پوښتنه وشوه چې ولې مؤذن ته امر شوی چې ګوټې په غوږونو کې ننباسي؟ هغه وویل: "د غږ د شدت له امله..."([28]). () "الأوسط" (۴/١١).
امام نووي رحمه الله وايي: "سنت دا دی چې ګوټې د غوږونو په سوریو کې ننباسي، او دې کې د علماو اتفاق دی، او المحاملي په المجموع کې له ډېرو علماو څخه نقل کړی دی، وایي چې زموږ ملګرو ويلي: په دې کې یوه بله ګټه هم شته، هغه دا چې ځینې وخت یو څوک د غږ نه اورېدلو (ګونګوالي، لرې والي، یا نورو علتونو) له امله اذان اورېدلی نه شي، نو د ګوټو په لیدلو سره پوهېږي چې اذان دی" ([29]). () شرح المهذب (٣/١١٣).
۱۰. مؤذن باېد په "حي على الصلاة" ویلو کې دواړه وارې ښي خوا ته او په "حي على الفلاح" کې دواړه وارې کيڼ خوا ته مخ وګرځوي، خو پښې به يې ثابتې پاتې وي؛ د ابو جحیفه رضی الله عنه په حدیث کې د بلال رضی الله عنه اذان د نبي ﷺ په وړاندې په دې ډول تشرېح شوی چې وایي: ما د هغه خوله څارله، یو خوا او بلې خوا ته یې اړوله، وایي چې: ښي او کيڼ خوا ته: او ویل يې: حي على الصلاة، حي على الفلاح ([30])؛ او دا د هغه چا لپاره ډېر مؤثر دی چې د جومات څخه لرې وي او د اذان له لارې یې لمانځه ته رابولي. () بخاري: 634، او مسلم: 503 روایت کړی دی، او لفظ د مسلم دی.
۱۱. اذان باید په کراره او ارام سره وویل شي، نه ډېر اوږد شي او نه ډېر په بیړې سره؛ ځکه چې اذان د هغو خلکو لپاره خبرتیا ده چې په جومات کې نه دي، نو ارام اذان د خبرتیا لپاره ډېر مؤثر دی، او اقامت په چټکۍ سره باید وویل شي؛ ځکه چې دا د حاضرینو لپاره خبرتیا ده، نو چټکوالی په کې مناسب دی([31]). () وګورئ: المغني لابن قدامة: 1/ 295.
۱۲. اذان د شرعي شرایطو او آدابو سره سم، په اسانه او طبیعي غږ سره باید وویل شي، نه په تکلف او لحن، او نه هم د سندرو په څېر وویل شي، او اذان باېد دومره اوږد نه شي چې مقصد یې له مینځه لاړ شي، بلکې مؤذن باید د خپل طبیعي غږ سره د اذان شرطونه او آداب په پام کې ونیسي.
شپږم مطلب: د اذان او اقامت طریقه
د اذان او اقامت لپاره ځانګړې طریقې شته چې په نبوي نصوصو کې ذکر شوي دي، او هغه څه چې د اذان او اقامت په اړه راغلي دي د عبدالله بن زید رضی الله عنه حدیث دی، چې په هغه کې د اذان الفاظ دا دي:
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر (الله لوی دی، الله لوی دی، الله لوی دی، الله لوی دی)
اشهد ان لا اله الا الله، اشهد ان لا اله الا الله (زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته، زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته)
اشهد ان محمدا رسول الله، اشهد ان محمدا رسول الله (زه ګواهي ورکوم چې محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله رسول دی، زه ګواهي ورکوم چې محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله رسول دی).
حيَّ علی الصلاة، حيَّ علی الصلاة (د لمونځ په لور راشئ، د لمونځ په لور راشئ)
حيَّ علی الفلاح، حيَّ علی الفلاح (د کاميابۍ په لور راشئ، د کاميابۍ په لور راشئ).
الله أكبر، الله أكبر. (الله لوی دی، الله لوی دی).
لا اله الا الله. له الله پرته بل هېڅ معبود نشته.
او د اقامت الفاظ دا دي:
الله أكبر، الله أكبر. (الله لوی دی، الله لوی دی).
أشهد أن لا إله إلا الله. زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته.
أشهد أن محمداً رسول الله. زه ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.
حيَّ على الصلاة، حيَّ على الفلاح. د لمونځ په لور راشئ، د کاميابۍ په لور راشئ.
قد قامت الصلاة، قـد قامت الصلاة. لمونځ ولاړ -پیل- شو، لمونځ ولاړ -پیل- شو.
الله أكبر، الله أكبر. الله لوی دی، الله لوی دی.
لا إله إلا الله.([32]) له الله پرته بل برحق معبود نشته. () ابو داود: 499، او ترمذي په لنډه توګه: 189 کې روایت کړی دی، او وایې چې: د عبد الله بن زيد حديث حسن صحيح دی.
دا د اذان او اقامت هغه صفت دی چې بلال رضي الله عنه، رسول الله ﷺ سره په حضر او سفر کې تر هغه وخته پورې دوام ورکړی و، چې رسول الله ﷺ وفات شو.
د سهار په اذان کې د "حيَّ علی الفلاح" وروسته دوه ځله وايي: (الصلاة خير من النَّوم) "لمونځ له خوب څخه غوره دی"، د ابو محذوره رضي الله عنه د حدیث لمخې چې رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: "کله چې د سهار لمونځ وي، نو ته به ووايې: «الصلاة خير من النوم، الصلاة خير من النوم». لمونځ له خوب څخه غوره دی، لمونځ له خوب څخه غوره دی. ([33]). () ابو داود: 500،روایت کړی دی، نووي په خلاصة الأحكام (1/ 286) کې وایي: دا حسن حديث دی.
د اذان یوه بله طریقه هم شته چې ترجیع بلل کېږي، یعنی د تکرارولو طریقه. په دې طریقه کې مؤذن د شهادتینو په ویلو کې خپل غږ ټیټوي، بیا یې په جګ غږ تکراروي. په اقامت کې یې بیا دوه دوه ځله تکراروي، دغه طریقه د ابو محذورة رضي الله عنه په حدیث کې راغلې ده، چې هغه وايي: رسول الله ﷺ خپله په ماته اذان وروښود، او ویې فرمايل: ووایه: الله أكبر الله أكبر، الله أكبر الله أكبر، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن محمدا رسول الله، أشهد أن محمدا رسول الله - دوه ځلې - او ویې ویل: بیا یې تکرار کړه، او غږ دې اوږد کړه او ووایه: أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن محمدًا رسول الله، أشهد أن محمدًا رسول الله، حي على الصلاة، حي على الصلاة، حي على الفلاح، حي على الفلاح، الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله.
او اقامت: الله أكبر الله أكبر، الله أكبر الله أكبر، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن محمدًا رسول الله، أشهد أن محمدًا رسول الله، حي على الصلاة حي على الصلاة، حي على الفلاح حي على الفلاح، قد قامت الصلاة، قد قامت الصلاة، الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله» ([34]). () ابو داود: 502، 503 روایت کړی.
دا د اختلاف تنوع له امله دی، مؤذن په دې هرې ثابتې طريقې چې عمل وکړي، غوره او صحیح دی، شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله د اذان د ځینو ثابتو بڼو له یادولو وروسته وايي: «او که داسې وي، نو د اهل الحديث او د هغو کسانو مذهب سم دی چې په دې سره موافق دي، او هغه دا چې هر هغه څه چې د نبي ﷺ څخه ثابت دي، جواز ورکوي او د هغو څخه کرکه نه کوي؛ ځکه د اذان او اقامت د صفتونو توپیر، د قراءاتو او تشهدونو او د دې په څېر نورو د صفتونو د توپير په څېر دی، او هېڅوک حق نلري هغه څه چې رسول صلی الله علیه وسلم خپل امت لپاره ټاکلي دي، د هغه څخه کرکه ولري» ([35]). () مجموع الفتاوى: 22/ 66.
اووم مطلب: هغه څه چې د اذان اورېدونکی يې باید ووايي، او هغه دعا چې وروسته له اذان څخه ویل کېږي
"د اذان اورېدونکي لپاره مستحب ده چې هغه څه ووايي چې مؤذن یې وايي، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په حديث کې راغلي دي چې نبي ﷺ وفرمايل: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي" ([36]). خو د دوه حي علی - یعنې کله چې مؤذن ووايي "حَيَّ عَلَى الصَّلَاة" او "حَيَّ عَلَى الْفَلَاح" – نو د اذان اورېدونکي لپاره مستحب ده چې د هرې یوې حي علی وروسته ووايي: «لا حول ولا قوة إلا بالله» له ګناه څخه ګرځېدل نشته او پر نېکو کارونو توفيق نشته مګر د الله په مرسته. ؛ د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په حديث کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، ووایئ، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، هغه دې هم: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي نو دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، هغه به هم: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، هغه به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، هغه دې هم د زړه د اخلاصه لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو». ([37]). () بخاري: 611، او مسلم: 383 روایت کړي دي. () مسلم: 385 روایت کړی دی.
او ودي وايي"زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، هغه يواځې دى، هېڅ شريک نه لري، او بېشكه محمد (صلی الله عليه وسلم) د هغه بنده او رسول دى، پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی"، وروسته له دوو شهادتینو څخه.
د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي». () مسلم: 386 روایت کړی.
او کله چې مؤذن د سهار په اذان کې ووايي: الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ، نو د اذان اورېدونکي به هم همداسې وايي؛ د رسول الله ﷺ د دې فرمان په اساس: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي" ([39]). () متفق عليه.
بیا دې پر نبي ﷺ درود ووایي، او وروسته دې هغه دعا ووایي چې د رسول الله ﷺ په حديث کې راغلي دي چې فرمایي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده». ([40])، او معنا د: «الدعوة التامة» يعنې د اذان بلنه بشپړه ده، ځکه چې په کې د الله تعظيم، د توحيد اعلان، د رسالت شهادت او د خیر لور ته بلنه شامله ده. «والصلاة القائمة» یعنې: هغه لمونځ چې اوس ترسره کېږي او قايمېږي. "الوسيلة" دا په جنت کې یوه لوړه درجه ده، چې نبي ﷺ لپاره ځانګړې ده. "الفضيلة" هغه لوړ مقام او فضیلت دی چې په هغه کې بل هیڅوک شریک نه دی. "مقامًا محمودًا" دا هغه ستایل شوی مقام دی چې خلک یې ستايي، په دې کې د قیامت په ورځ د عمومي شفاعت مقام شامل دی، چې نبي ﷺ به په هغه کې د ټول خلق لپاره شفاعت کوي تر څو د هغوی ترمنځ فیصله وشي. () بخاري: 614 د جابر رضي الله عنه د حدیث څخه روایت کړی دی.
د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روايت دی چې له رسول الله ﷺ څخه یې واورېدل: «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ *، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود ووایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي». ([41]). () مسلم: 384 روایت کړی.
او له هغو بدعتونو څخه چې په اذان کې رامنځته شوي دي، د مؤذن له خوا د اذان وروسته پر نبي ﷺ باندې درود او سلام ویل، همدارنګه د اذان وروسته د ذکر ویل چې: 'اللهم رب هذه الدعوة التامة...' دی، په ډله ییز ډول، او ددې دعا پر وخت لاسونه پورته کول، او هغه څوک چې د مؤذن سره یوځای په اذان کې (حقاً) یا (ابداً) وايي، لکه: (حقاً لا إله إلا الله) یا (ابداً لا إله إلا الله)؛ ځکه چې د دې ټولو لپاره هېڅ دلیل شتون نلري.
اتم مطلب: د اذان وروسته له جومات څخه د وتلو حکم:
د اذان وروسته د جومات نه وتل حرام دی تر هغه چې لمونځ یې نه وي ادا کړی، خو که عذر ولري او د جومات ته د راستنېدو نیت ولري، نو په دې صورت کې هغه باندې ګناه نشته؛ د ابو الشعثاء څخه روايت دی چې وایي: موږ د ابوهریره سره په جومات کې ناست وو، چې مؤذن اذان وویل، یو سړی له جومات څخه راپورته شو او روان شو، ابوهریره هغه تعقیب کړ تر څو چې له جومات څخه بهر شو، بیا ابوهریره وویل: دې سړي د ابوالقاسم ﷺ له حکم نه سرغړونه وکړه([42]). () مسلم: 655 روایت کړی.
ترمذي په خپلو سننو کې د دې حدیث د بيانولو وروسته وايي: "د علماءو او صحابه کرامو عمل همداسې دی چې د اذان وروسته هېڅوک له جومات څخه نه وځي، مګر د عذر لمخي: لکه بې اودسه اوسېدل، یا دا چې کوم ضروري کار ولري"([43]). () سنن ترمذي: 1/ 397، شمېره (204).
نهم مطلب: د اذان او اقامت ترمنځ څومره موده ده؟
په سنت کې داسې راغلي دي چې د اذان او اقامت ترمنځ کافي وخت وي؛ د عبدالله بن مغفل رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي». ([44]) د دوو اذانونو څخه مراد: اذان او اقامت دي، مؤذن د اذان او اقامت ترمنځ وخت ټاکي ترڅو حاضر کسان د لمانځه څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي، او تر دې چې لمونځ کوونکي جومات ته راشي او لمونځ لاندې کړي. () بخاري: 627، او مسلم: 838 روایت کړی دی.
امام احمد وایي: "کله چې مؤذن د لمانځه لپاره اذان وکړي، نو د اقامت لپاره دې بیړه نه کوي، او تر هغه وخته پورې دې انتظار وکړي چې د جومات اوسېدونکي راشي، او هغه څوک چې غواړي حاجت رفع کړي، موذن باید د اذان او اقامت ترمنځ معقوله فاصله وساتي" ([45]). () شرح عمدة الفقه لابن تيمية، كتاب الصلاة: مخ 135.
لسم مطلب: د موذن مسولیت او آداب یې:
مؤذن باید د اذان په ویلو سره د الله تعالی رضا وغواړي، د عثمان بن ابي العاص رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ، چې وایي: یو له هغو وروستیو کارونو څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته امر کړی و، هغه دا وو چې یو موذن وټاکم چې د اذان په ویلو سره پیسې نه اخلي ([46]). () ترمذي: 209 روایت کړی، او وایي: حديث حسن دی.
ترمذي رحمه الله ددې حدیث له روایت څخه وروسته وویل: "علماو په دې اصل عمل کړی او دا ئې بده ګڼلی چې مؤذن په اذان کولو پيسې واخلي، بلکې دا ئې غوره ګڼلی چې مؤذن د ثواب په نيت اذان وکړي"،
او په دې کې هېڅ ګناه نشته چې مؤذن ته د مسلمانانو د عامه صندوق (بيت المال) څخه معاش ورکړل شي، ځکه چې بيت المال د مسلمانانو د ټولنيزو ګټو لپاره تاسیس شوی دی، او اذان او اقامت هم د مسلمانانو د ګټو څخه دي([47]). () وګورئ: الأذان والإقامة للقحطاني: مخ 19.
موذن باید پوه شي چې هغه د پنځه وخته لمونځونو لپاره په ټاکلي وخت کې د اذان کولو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "امام ضامن دی او مؤذن امين دی". ([48]) يعنې: هغه د لمانځه د وختونو مسؤل دی، نو هغه بايد د اذان څخه مخکې په کافي اندازه په پاکوالي سره جومات ته راشي، او بايد د عذر پرته له اذان څخه ناسوب نشي، او که د عذر لمخې اذان نشي ویلی، نو په دې صورت کې هغه بايد د خپل پر ځای د اذان ویلو لپاره یو څوک وټاکي. () ابو داود: 517، او ترمذي: 207 د ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
موذن باید لاندې کارونه ترسره کړي:
(۱) هغه باید د جومات پاکوالي او ساتنې ته پام وکړي، او په دې برخه کې د جومات له کارګرانو او د جومات له جماعت سره همکاري وکړي؛ الله تعالی د خپلو کورونو د ساتونکو ستاینه کړې ده او ویلي یې دي: (د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي). [التوبة: 18] برابره خبره ده که د جوماتونو اعمار د جوړولو، ساتلو او پاکولو له لارې وي، یا د لمانځه د ادا کولو او په هغه کې د الله تعالی د ذکر له لارې وي، او د اعمار او جوړونې څخه مراد همدغه دوه معناګانې دي. ([49]) () وګورئ: فتح الباري لابن حجر: 1/ 541.
(۲) صحيحه عقيده، او د اذان، طهارت، او لمونځ احكام دې زده کړي، او د قرآن کریم څخه په مناسبه اندازه دې حفظ وکړي، او باېد د امام په غیاب کې د امامت وړتيا ولري.
(۳) امر بالمعروف او نهي عن المنکر دې په حکمت او غوره نصیحت سره ترسره کړي، او خلکو ته دې د الله تعالی په لور بلنه ورکړي؛ خلکو سره دې نرمي وکړي، او د هغوی د زیان رسولو پر وړاندې دې صبر ولري، او په دې ټولو کې دې د مسجد د امام سره مرسته وکړي.
(۴) جومات باید یوازې د علم او عبادت، او د هغه څه لپاره چې لمونځ کوونکو ته ګټه رسوي محدود کړي، او له هغه څه څخه دې لري وي چې د هغوی دیني او دنیاوي چارو ته زیان رسوي.
(۵) چې د جومات د جماعت او راتلونکو سره همغږي، ملګرتيا او همکاري وکړي؛ د غیر حاضرو کسانو پوښتنه دې وکړي، او د ناروغانو زیارت دې وکړي، او د هغوی د مړو د جنازې لمونځ دې وکړي او تدفین کې دې برخه واخلي، او د هغوی په مصيبتونو او کړاونو کې دې هغوی سره ودرېږي او ملاتړ دې ئې وکړي.
دویم مبحث: د امامت احکام
لومړی مطلب: د امامت تعریف:
د لمونځ امامت: د لمونځ کوونکو څخه یو سړی د لمونځ کوونکو مخې ته درېږي ترڅو لمونځ کوونکي په خپل لمونځ کې د هغه پیروي وکړي. امام - هغه څوک دی چې خلک په خپل لمونځ کې د هغه پیروي کوي ([50]). () وګورئ: حاشية الروض المربع: 2/ 296، الإمامة في الصلاة للقحطاني: مخ 6.
دویم مطلب: د امامت مشروعیت او فضیلت:
د لمونځ امامت د غوره کارونو څخه یو دی چې د غوره خلکو لخوا ترسره کېږي چې په پوهې، لوستلو، عدالت او نورو نېکو ځانګړتیاو باندې سمبال وي، چې راتلونکو مطالبو کې راځي، او د جماعت لمونځ د دې پرته تصور نشي کېدی، او د جماعت لمونځ د اسلام له لویو عبادتونو (شعائرو) څخه دی ([51]). () وګورئ: الموسوعة الفقهية الكويتية: 6/ 201.
د امامت له فضیلتونو:
۱. د امامت فضیلت مشهور دی، ځکه چې نبي کريم ﷺ خپله د امامت دنده ترسره کړېده، او همدارنګه خلفاء راشدینو، او تراوسه يې د علم او عمل مخکښ مسلمانان ترسره کوي([52]). () وګورئ: الإمامة في الصلاة للقحطاني: مخ 9.
۲. د لمونځ امامت یوه شرعي دنده او فضیلت دی، چې د غوره خلکو لخوا ترسره کېږي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «د قوم (جماعت) هغه څوک امامت کوي چې د الله د کتاب ښه قاري وي...» ([53])، او دا معلومه ده چې ښه قاري له نورو کسانو څخه غوره دی، نو د ښه قرائت راجع کول امامت ته د هغې پر فضیلت دلالت کوي ([54]). () مسلم: 673 د ابي مسعود الأنصاري رضي الله عنه د حدیث څخه روایت کړی دی. () وګورئ: الشرح الممتع على زاد المستقنع: 2/ 41.
۳- د نبي ﷺ دعا د امامانو د لارښوونې لپاره؛ د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول ﷺ وفرمایل: «امام مسؤل دی، او مؤذن امانتدار دی، اې الله! امامانو ته لارښوونه وکړه او مؤذنانو ته بخښنه وکړه» ([55]). () ابو داود: 517، او ترمذي: 207 روایت کړی دی.
او ددې معنا: «الإمام ضامن» دا ده چې: امام د مقتدیانو د لمونځونو د صحت مسؤلیت لري؛ ځکه چې د دوی لمونځ د هغه د لمونځ سره تړلی دی. او ددې معنی: «اللهم أرشد الأئمة» يعنې: هغوی ته سمه لار وښيه، ترڅو لمونځ په غوره ډول سره ترسره کړي ([56]). () وګورئ: شرح أبي داود للعيني: 2/ 468، وفيض القدير للمناوي: 3/ 182.
دریم مطلب: د امامت لپاره څوک ډېر حقداره دی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی چې څوک د امامت لپاره تر ټولو مستحق او وړ دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «د قوم (جماعت) هغه څوک امامت کوي چې د الله د کتاب ښه قاري وي؛ که په قرائت کې برابر وي، نو هغه چې د سنتو په اړه ډېر پوه وي؛ که په سنتو کې هم برابر وي، نو هغه چې مخکې يې هجرت کړی وي؛ که په هجرت کې هم برابر وي، نو هغه چې مخکې يې اسلام راوړی وي (او په یو روايت کې: هغه چې مشر وي). او یو سړی دی بل سړي ته د هغه د واک په ځای کې امامت نه کوي». ([57]). امامت لپاره تر ټولو مستحق او وړ کسان په لاندې ډول دي: () مسلم: 673 روایت کړی.
۱- هغه څوک چې قرآن کریم یې تر ټولو زیات حفظ کړی وي، او په تلاوت کې یې تر ټولو غوره وي، هغه څوک دی چې د قرآن کریم په تلاوت کې مهارت ولري او په ښه او صحیح ډول یې تلاوت کړي، هغه څوک چې د لمانځه په فقه (احکامو) کې پوه ولري، خو د لمونځ فقه (احکامو) کې لږه پوهه ولري، خو بل کس چې د قرآن کریم په قرائت کې یې پوهه لږه وي د هغه چا په پرتله غوره ګڼل کېږي چې قرائت ولري مګر علم و نه لري، نو فقيه قاري د غير فقيه قاري پر ځای وړاندې کېږي، ځکه د لمونځ د فقه اړتيا د قرائت ښه والي څخه ډېره مهمه ده.
۲- بیا هغه څوک چې په سنتو کې تر ټولو ډېر پوهه ولري، که دوه تنه په قرائت کې برابر وي، خو یو یې د نبي کريم ﷺ په سنتو ښه پوه وي، نو هغه ته باید لومړیتوب ورکړل شي، د رسول الله ﷺ ددې وینا لمخې: «که په قرائت کې برابر وي، نو هغه چې د سنتو ښه عالم وي»
۳. هغه چې مخکې يې هجرت کړی وي، که په قرائت او سنتو کې برابر وي، نو هغه چې په لومړيو کې يې د کفر ځای پرېښودلي او د اسلام په لور يې هجرت کړی وي، لومړيتوب ورکول کېږي؛ د رسول الله ﷺ ددې وینا لمخې: «که په سنتو کې برابر وي، نو هغه چې مخکې يې هجرت کړی وي»
۴. هغه چې مخکې اسلام ئې راوړی وي، که په هجرت کې هم برابر وي، نو هغه چې ډېر پخوا مسلمان شوی وي، امامت به کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخکې ذکر شوي حدیث لمخې: «که په هجرت کې برابر وي، نو هغه چې مخکې يې اسلام راوړی وي» د (سِلمًا) څخه مراد اسلام دی.
۵. هغه چې مشر وي، که په ټولو پورتنۍ شرطونو کې برابر وي، نو مشر مخکښ دی، د رسول الله ﷺ د وینا لمخې چې د حدیث په تېرو شویو روايتونو کې راغلي دي: «نو هغه چې مشر وي» همدارنګه، د مالک بن حويرث رضي الله عنه د روايت کړي حدیث لمخې چې نبي ﷺ وفرمايل: «ستاسو څخه یو څوک دې اذان وکړي، او تاسو کې مشر دې امامت وکړي» ([58]). () بخاري: 628، او مسلم: 674 روایت کړی دی.
په دې حديث کې نبي کريم ﷺ د عمر له مخې مشر ته امامت ورکوي، ځکه چې هغوی دواړه په علم کې نږدې برابر وو.
که چېرې ټول پورتنۍ شرطونه يې برابر وي او د امامت لپاره شخړه وشي، نو د دوی ترمنځ به پچه اچول کیږي، هغه څوک چې پچه ګټي هغه ته به لومړیتوب ورکول کېږي، ځکه چې دوی په استحقاق کې برابر دي، او د دوی یوځای کول ناممکن دي، نو د دوی ترمنځ به د نورو حقونو په څير پچه اچول کيږي.
د کور څېښتن د مېلمه پر پرتله د امامت مستحق دی، او همدارنګه واکمن - چې تر ټولو لوی زعیم دی - د بل چا په پرتله د لمانځه د امامت لپاره مستحق دی، که چېرې دواړه د امامت د مقام لپاره وړ وي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «یو سړی دی د بل سړي په کور او د واک په ځای کې امامت نه کوي»
همدا خبره د جومات د منظم (رسمي او مقرر شوي) امام په اړه هم صدق کوي؛ هغه د نورو په پرتله مستحق دی - پرته له واکمن او سلطان څخه - حتی که بل څوک د هغه څخه ښه قرائت او ډېره پوهه ولري؛ د مخکیني حدیث د عموميت له مخې.
د ابن عمر رضي الله عنهما یو مولی (غلام) په یو جومات کې د امام په توګه مقرر و. کله چې ابن عمر رضي الله عنهما راغی، مولی (غلام) ابن عمر امامت لپاره وړاندې کړ، خو ابن عمر رضي الله عنهما ورته وویل: «ته په خپل جومات کې د امامت مستحق یې» ([59]). () شافعي په (الأم) 1/185، عبد الرزاق په (المصنف) 2/399، او بيهقي 3/126 (5531). نووي په (الخلاصة) 2/701 کې وایي چې: اسناد یې حسن او صحيح دی. او الباني په (إرواء الغليل) 2/302 کې ویلي دي چې اسناد یې حسن دی.
ځکه چې د بل چا مخکې کول د هغه سپکاوی دی او د هغه احساسات ماتوي.
ځیني علماء د ممیز هلک امامت په اړه اختلاف لري، خو ځینو علماوو د عمرو بن سلمه رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ جواز ورکړی دی دا چې هغه د نبي ﷺ په زمانه کې د ۶ یا ۷ کلنۍ په عمر د خپل قوم امامت کړی و ([60]). () بخاري: 4302 روایت کړی.
د نفل لمونځ کوونکي امامت د فرض لمونځ کوونکي لپاره صحیح دی، د معاذ بن جبل رضي الله عنه د خبر لمخې هغه به د ماخوستن لمونځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ادا کاوه، بیا به بېرته راستون شو او همدغه لمونځ به یې خپل قوم ته امامت کاوه ([61]). () بخاري: 701، او مسلم: 465 روایت کړی.
څلورم مطلب: هغه څوک چې امامت یې روا نه دی:
امامت په لاندې حالاتو کې حرام دی:
۱. د ښځې امامت نارینه وو لپاره، د رسول الله ﷺ د عموم وینا له مخې: : «هغه قوم به بریالي نه شي چې کار یې ښځې ته وسپارل شي». ([62]) ځکه چې امامت یو ډول سرپرستي ده، او ځکه چې اصل دا دی چې ښځه د صفونو په اخر کې وي، لکه څنګه چې په سنت کې راغلي دي؛ د ابو هریره رضی الله عنه په روایت کې، وایي چې: رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بد یې وروستي دي، او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي» ([63]) دا د هغې د ساتنې او ستر لپاره ده، که چېرې هغه د امام په توګه وړاندې شي، نو دا به د دې شرعي اصل خلاف وي، علماء په دې مسئله کې اتفاق لري، امام ابن حزم رحمه الله وایي: «علماء په دې باندې متفق دي چې ښځه نارینه وو ته امامت نشي کولای، په داسې حال کې چې هغوی پوه شي دا ښځه ده، نو که چېرته داسي وکړي نو په اجماع سره د دوی لمونځ باطل دی» ([64]). () بخاري: 4425 د ابي بكرة رضي الله عنه د حدیث څخه روایت کړی. () مسلم: 440 روایت کړی. () مراتب الإجماع: مخ 27.
۱- که څوک بې اودس یا نجاست سره امامت وکړي په داسې حال کې چې هغه پوهېږي، خو که مقتدیان نه وو خبر تر څو چې لمونځ پای ته ورسېده، نو د مقتدیانو لمونځ صحيح دی، څرنګه چې د عمربن الخطاب رضي الله عنه څخه نقل شوی دی، عمر بن خطاب رضي الله عنه یوځل په جنابت حالت کې خلکو ته امامت وکړ، بیا یې خپل لمونځ تکرار کړ، خو خلکو ته یې ونه ویل چې بېرته لمونځ وکړي ([65]). () الدارقطني په خپل سننو: 1371 کې روایت کړی.
عبدالرحمن بن مهدي رحمه الله وايي: «په دې اتفاق دی چې: جنب به خپل لمونځ راګرځوي، خو مقتدیان به یې نه راګرځوي، او ددې په اړه زه نه پوهېږم چې اختلاف دې شتون ولري» ([66]). () سنن الدارقطني: 2/ 188.
۳- د هغه چا امامت کول چې سورت فاتحه یې حفظ نه وي، یا یې په ښه توګه لوستلی نه شي، او یا د هغه تورو یو بل سره مدغم کول چې نه مدغمېږي، لکه هغه څوک چې د الله تعالی په دې قول کې د "ر" سره "هـ" توری مدغم کړي: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ [الفاتحة: 2] ځکه چې هغه توری يې په داسې یو توري کې مدغم کړ چې ورسره ورته والی نه لري، یا یې یو توری بل توري سره بدل کړي، لکه څوک چې د "ر" توری په "ی" سره بدل کړي، یا په دې توري کې غلطي (لحن) وکړي چې معنی بدلوي، نو د دې امامت صحیح نه دی، مګر ددې ورته کسانو لپاره، ځکه چې هغه د لمانځه د رکن د ترسره کولو توان نلري، یا یې رکن اخلال کړی.
۴- د بدعتي امامت چې په خپل بدعت سره کافرېږي؛ د الله تعالى د دې وینا پر اساس: (ایا هغه څوک چې مومن وي، د هغه چا په شان دى چې فاسق وي؟ دوى سره نه برابرېږي). [السجدة: 18]. او فاسق دلته کافر دی، څرنګه چې د آیتونو له متن څخه څرګندېږي.
۵- هغه جومات چې په کې ټاکلی او مقرر شوی امام وي، د هغه پرته د بل چا امامت روا نه دی، مګر د هغه په اجازه، یا د امام د ځنډ کولو له امله یا دا چې وخت تنګ وي ([67]). () وګورئ: الأسئلة والأجوبة الفقهية للسلمان: 1/ 163.
پنځم مطلب: هغه څوک چې امامت یې مکروه دی:
د لاندې کسانو امامت مکروه دی:
۱- هغه څوک چې تېروتنه کوي: هغه په خپل قرائت کې ډېرې داسې تېروتنې کوي چې معنی یې نه بدلوي، که هغه په سورة فاتحه کې وي یا په نورو سورتونو کې، لکه: «الحمدَ لله» دال په فتحه سره ووایي، نو د هغه لمونځ صحیح دی، خو د هغه امامت مکروه دی؛ ځکه چې رسول الله ﷺ فرمايي: «د قوم (جماعت) امامت به هغه څوک کوي چې د الله د کتاب ښه قاري وي» ([68]). () تخریج یې مخکې ذکر شو.
که چېرته تېروتنه د معنی د بدلون سبب وګرځي (په غیر سورت فاتحه کې)، که سهواً وي یا په ناپوهۍ یا د ژبې د نقص له امله، نو د هغه امامت صحیح دی خو کراهت سره؛ ځکه چې که هغه د سورت فاتحې پرته بل څه لوستل پرېږدي، بیا هم د هغه امامت صحیح دی، نو همدارنګه په تېروتنه کې هم امامت یې صحیح دی، خو که په قصدي ډول وکړي، امامت یې باطله ده، ځکه چې هغه په خپل لمونځ کې لوبې کوي.
۲- څوک چې ځینې توري تکراروي: لکه هغه څوک چې د (ف) یا (ت) یا نور توري تکراروي، د قرائت د توري د زیاتوالي لپاره.
۳- فاسق او بدعتي، مګر هغه بدعتي چې د هغه بدعت کفر نه وي)([69]). () وګورئ: كشاف القناع: 1/ 475 او ددې وروسته.
۴- څوک چې د خلکو یوې ډلې ته لمونځ ورکوي، چې ډیری یې په حقه دي او له هغه څخه کرکه کوي؛ د ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ فرمايي: "درې کسان داسې دي چې لمونځ یې له غوږونو نه پورته کېږي: تښتېدلی غلام تر هغه چې بېرته راشي، هغه ښځه چې شپه په داسې حال کې تیروي چې میړه یې پرې ناراضه وي، او د هغه قوم امام چې هغوی له هغه څخه کرکه لري" ([70]). () ترمذي: 360 روایت کړی، او وایي: دا حدیث ددې وجهې څخه حسن غریب دی.
امام ترمذي وایي: "د علماوو یوې ډلې دا نه خوښوله چې یو سړی دې د هغو خلکو امامت وکړي چې هغوی یې نه خوښوي، خو که امام ظالم نه وي، نو ګناه یې په هغه چا ده چې هغه نه خوښوي. احمد او اسحاق په دې اړه ویلي دي: که یو، دوه، یا درې کسان یې نه خوښوي، نو په هغه کې هیڅ ګناه نشته چې دوی یې په لمانځه کې امامت وکړي، تر هغه چې د خلکو اکثریت یې خوښ نکړي" ([71]). () سنن ترمذي: 2/ 192.
که دوی هغه له دې امله نه خوښوي چې هغه په لمانځه کې د سنتو پیروي کوي، او دوی ته مسنونه سورتونه تلاوتوي، او په سکون او اطمینان سره لمونځ کوي، نو د هغه امامت کراهیت نه لري؛ ځکه چې دوی هغه په ناحقه نه خوښوي، نو د دوی ناخوښي په پام کې نه نیول کېږي. او که دوی هغه په ناحقه نه خوښوي، نو هغه باید دوی ته نصیحت وکړي، دوی ته یادونه وکړي، د دوی زړونه دې ترلاسه کړي، او د سنت مطابق دې د هغوی امامت وکړي، که الله تعالی پوه شي چې هغه ددې نیت لري چې زړونه ترلاسه کړي، نو الله به د هغه لپاره دا کار اسانه کړي ([72]). () وګورئ: الشرح الممتع على زاد المستقنع: 4/ 253.
شپږم مطلب: د مقتدیانو په منځ کې د امام ځای:
د سنت مطابق امام د مقتدیانو وړاندې درېږي، که مقتدیان دوه یا ډېر وي، نو هغوی د امام تر شا درېږي؛ ځکه چې رسول الله ﷺ کله چې لمونځ ته به پاڅېده، نو مخکې به درېده، او صحابه به د هغه تر شا درېدل، همدارنګه ثابت دی چې جابر او جبار رضي الله عنهما دوه صحابه داسې وو چې یو یې د رسول الله ﷺ په ښي اړخ او بل یې په چپ اړخ کې درېدلي و، نو رسول الله ﷺ دوی له لاسونو ونیول او دواړه یې د خپل تر شا ودرول([73]). () مسلم: 3010 د اوږد حدیث په ضمن کې د جابر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی.
او که یوازې یو مقتدي وي، نو د امام په ښي اړخ او برابر ودرېږي؛ د ابن عباس رضي الله عنهما ددې وینا پر بنسټ وايي چې: رسول الله ﷺ لمونځ ته پاڅېده، زه یې په کیڼ اړخ کې ودرېدم، نو هغه ﷺ زه له غوږه ونیولم او زه يې په خپل په ښي اړخ کې ودرولم([74]). () بخاري: 6316، او مسلم: 763 روایت کړی دی.
او ښځې د نارینه وو د صفونو تر شا درېږي؛ د انس رضي الله عنه د حدیث پر بنسټ: ما او یتیم د نبي ﷺ تر شا صف جوړ کړ، او یوه زړه ښځه زموږ تر شا ودرېده ([75]). () بخاري: 380، او مسلم: 658 روایت کړی دی.
او همدارنګه امام باید د صف په منځ کې ودرېږي. علامه ابن باز رحمه الله وايي: «سنت دا دی چې امام په جوماتونو کې په منځ کې ودرېږي، دا هغه عملي سنت دی چې د مسلمانانو په نیز منل شوی دی»([76]). () شيخ سعيد القحطاني رحمه الله په كتاب "الإمامة في الصلاة" مخ: 55 کې له هغه څخه نقل کړی دی.
همدارنګه هغه رحمه الله وايي: "صف د منځ له برخې څخه له هغه ځایه پیلېږي چې امام ولاړ وي، او د هر صف ښي برخه د کیڼ اړخ څخه غوره ده، لازم ده چې یو صف تر هغه پورې پیل نه شي تر څو چې مخکنی صف بشپړ شوی نه وي".
اووم مطلب: د امام څخه مخکې کېدل:
مقتدي باید د خپل امام وروسته د لمونځ افعال پیل کړي، او د هغه په افعالو کې متابعت وکړي، د مقتدي دنده داده چې له امام څخه مخکې ولاړ نه شي، او نه یې د عمل په وخت کې برابروي، بلکې د هغه حالتونه وګوري او په ورته ډول عمل وکړي، په دې معنی چې په هېڅ حالت کې له امام سره مخالفت ونکړي؛ د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي ﷺ ورته وفرمایل: "امام د همدې لپاره ټاکل شوی دی چې د هغه پیروي وشي، نو له هغه سره مخالفت مه کوئ، کله چې هغه رکوع وکړي، تاسو هم رکوع وکړئ؛ او کله چې هغه ووايي: 'سمع الله لمن حمده'، تاسو ووايئ: 'ربنا لك الحمد'؛ او کله چې هغه سجده وکړي، تاسو هم سجده وکړئ؛ او که هغه په ناسته لمونځ وکړي، تاسو هم په ناسته لمونځ وکړئ، او په لمونځ کې صفونه ښه تنظیم کړئ؛ ځکه چې د صفونو سم تنظیم د غوره لمونځ یوه برخه ده" ([77]). () بخاري: 722، او مسلم: 417 روایت کړی دی.
د امام نه مخکې تګ په ټولو ارکانو کې حرام دی؛ د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې وايي: یوه ورځ رسول الله ﷺ موږ ته لمونځ ووايه، کله چې لمونځ پای ته ورسېد، مخ یې مونږ ته روګرځاوه او ویې فرمایل: 'اې خلکو! زه ستاسو امام یم، نو په رکوع، سجده، قیام او په سلام اړولو کې له ما نه مه مخکې کېږئ؛ ځکه چې زه تاسو له مخ او شا څخه وینم" همدارنګه د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کړي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي». ([79]). () مسلم: 426. روایت کړی. () بخاري: 691، او مسلم: 427 روایت کړی دی.
که چېرته یو څوک تکبیر تحریمه (الله اکبر) له امام څخه مخکې ووایي، نو هغه لمونځ نه صحیح کېږي؛ ځکه شرط دا دی چې هغه به تکبیر تحریمه د خپل امام څخه وروسته وایي کوم چې له هغه څخه پاتې شوی دی.
اتم مطلب: د امامت او جماعت متفرقه احکام:
د امامت او جماعت په اړه د پورتنیو بحثونو سربېره نور مهم احکام په لاندې ډول دي:
۱- امام ته د عاقلو او بالغو کسانو نږدې والي استحباب: غوره ده چې هغه خلک چې عاقل، بالغ او د فضیلت خاوندان دې، د امام تر شا نږدې ودرېږي؛ د رسول الله ﷺ د وینا پر بنسټ وایي چې: "ستاسې نه دې زما تر شا هغه خلک ودرېږئ چې عاقل او بالغان وي، بیا هغه کسان چې په دوی پسې مرتبه کې دي، بیا هغه کسان چې په دوی پسې مرتبه کې دي" ([80]). () مسلم: 432 د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د حدیث څخه روایت کړی.
۲- د لومړي صف لپاره هڅه کول: د مقتدیانو لپاره مستحب ده چې لومړي صف ته مخکې شي او په هغه کې د درېدو لپاره هڅه وکړي، او د وروسته کېدو څخه دې ځان وساتي، د ابو سعید خدری رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ په خپلو اصحابو کې د ځنډ کولو احساس وکړ نو ورته ویې فرمایل:
«مخکې شئ؛ او ما پسې اقتدا وکړئ، او هغه کسان چې ستاسو شاته دي تاسو ته دې نږدې شي او ستاسو شاته دې ودریږي، ځکه چې ځیني خلک وروسته دریږي او پاتې کیږي تر څو چې الله هغوی له خپل رحمت څخه وروسته کړي» ([81])، او همدارنګه د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «که خلک د اذان او د لومړي صف په فضیلت او اجر پوه شي، او د دې فضیلت او اجر د ترلاسه کولو لپاره بله لاره نه وي بغیر د پچه اچونې څخه، نو دوی به پچه اچونه کړی وی» ([82])، او معنى د: «لاستهموا عليه» یعنی: د لومړي صف لپاره به قرعه اچونه کولې، ترڅو وټاکل شي چې څوک باید لومړي صف کې ودرېږي. () مسلم: 438 روایت کړی. () بخاري: 615، او مسلم: 437 روایت کړی دی.
هر چې ښځې دي هغوی ته مستحب دي چې په وروستیو صفونو کې ودرېږي، د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: "د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي" ([83]) دا په هغه صورت کې پلي کېږي چېرې چې ښځې د پردې پرته د نارینه وو تر شا لمونځ کوي، که دوی په داسې ځای کې لمونځ کوي چې له نارینه وو څخه پټ وي، نو دوی لومړی صف بشپړوي، بیا په ترتیب سره نور صفونه برابروي ([84]). () مسلم: 440 روایت کړی. () وګورئ: مجموع فتاوى ابن باز: 12/ 196.
۳- امام باید د سورت فاتحه په لوستلو کې بیړه ونه کړي، هغه باید انتظار وکړي تر هغه چې مقتدي یې هم قرائت کړي ( [85] ). () وګورئ: المنظار في بيان كثير من الأخطاء الشائعة لصالح آل الشيخ، مخ (53).
۴- په صف کې یوازې د یو کس لمونځ صحیح نه دی؛ له وابصه بن معبد رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي د صف شاته یوازې لمونځ وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته امر وکړ چې بېرته لمونځ وکړي ([86]). () ترمذي: 230 روایت کړی، او ویلي یې دي: د وابصة حديث حسن ده.
نهم مطلب: هغه سنتونه چې امام یې باید ترسره کړي:
امام باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت تعقیب کړي، له دې سنتونو څخه لاندې موارد دي:
۱- په لمونځ کې تخفیف او د خلکو د حالاتو ته پام وکړي، امام بايد داسې ورو او ارامه عمل وکړي چې مقتدیان د لمونځ ارکان او واجبات په سمه توګه ادا کړي، په تلاوت کې بايد داسې تأني وکړي چې شاته درېدلي لمونځ کوونکي وکولی شي خپل لمونځ بشپړ کړي. د ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړي وويل: قسم په الله، اې د الله رسوله! زه د فلاني کس له امله دسهار جماعت ته نه ځم، چې زموږ لپاره یې اوږدوي، نو ما د نن په پرتله هېڅکله رسول صلی الله علیه وسلم نه و لیدلی چې په خطبه کې ډېر غوسه شوی وي، بیا یې وفرمایل: "ستاسو څخه ځینې خلک نفرت زېږوونکي دي، نو څوک چې خلکو ته امامت کوي باید خپل لمونځ لنډ کړي، ځکه چې په هغوی کې ناروغ، زوړ او کار لرونکي خلک هم شته" ([87]). () بخاري: 90 روایت کړی.
۲- امام بايد د لمونځ دمخه صفونه سم کړي او تشې ډکې کړي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی او لمونځ کوونکو ته یې هم د دې امر کړی دی، د نعمان بن بشير رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: رسول الله ﷺ به زموږ صفونه دومره سیده کول لکه څنګه چې غشي سیده کوي، تر هغه چې پوه شو چې کار مو زده کړ، نو يو ورځ راغی او مخکې له دې چې تکبیر ووایي، يو سړی یې وليد چې سينه يې له صف څخه مخکې ښکاره کېده، نو ویې فرمايل: "اې د الله بندګانو! خپل صفونه سیده کړئ، که نه نو الله به ستاسو د زړونو تر منځ اختلاف واچوي" ([88]). () بخاري: 717، او مسلم: 436 روایت کړی دی، او لفظ د مسلم دی.
امام نووي رحمه الله وایي: "القِداح، د (ق) توري په زير سره، د غشي لرګي ته ويل کيږي کله چې چمتو کيږي او تيره کيږي، د دې معنی دا ده چې: هغه ﷺ د صفونو په سېده کولو کې دومره مبالغه کوله ګواکې غشي ورباندې سیده کوي؛ د صفونو د برابرۍ او اعتدال له امله([89]). () شرح صحيح مسلم للنووي: 4/ 157.
۳- مقتدیانو ته امر کول چې لومړی صف بشپړ کړي او بیا بل صف بشپړ کړي، که چېرې نیمګړتیا وي، نو په وروستیو صفونو کې دې وي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «آیا تاسو د خپل رب په وړاندې د ملائکو په څېر صف نه جوړوئ» موږ وويل: اې د الله رسوله، ملائکې خپل رب ته څنګه صف جوړوي؟ هغه وفرمايل: "هغوی لومړني صفونه بشپړوي، او په صف کې ډېر نږدې درېږي" ([90]). () مسلم: 430 د جابر بن سمرة رضي الله عنه د حدیث څخه روایت کړی دی.
۴- د رسول الله ﷺ په شان په لمونځ کې تلاوت کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم به معمولا د سهار په لمونځ کې د مفصل اوږده سورتونه، په ماښام کې لنډ سورتونه، او په ماخوستن، ماسپښین او مازدیګر کې متوسط سورتونه تلاوت کول، د سلیمان بن یسار څخه د ابو هریره رضی الله عنه په روایت کې راغلي دي وایي چې: ما د چا پسې لمونځ نه دی کړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمونځ په څېر وي لکه د فلاني کس لمونځ. سلیمان وویل: "هغه به د ماسپښین لومړۍ دوه رکعته اوږد کول او وروستو دوه به یې لنډ کول، او د مازدیګر لمونځ به یې لنډ کاوه، په ماښام کې به یې د مفصل لنډ سورتونه لوستل، په ماخوستن کې به یې د مفصل منځنۍ سورتونه لوستل، او په سهار کې به یې د مفصل اوږده سورتونه لوستل". ([91]). () نسائي: 982 روایت کړی، حافظ په بلوغ المرام شمېره 286 ویلي دي چې اسناد یې صحيح دی.
او مفصل اوږده سورتونه: د سورت الحجرات څخه تر البروج پورې، او مفصل منځني سورتونه د البروج څخه تر سورت البیینة پورې دي، او مفصل لنډ سورتونه: د سورت البینة څخه د قرآن کریم تر پایه پورې دي ([92]). () وګورئ: مرقاة المفاتيح: 2/ 700.
لسم مطلب: د امام ارزښت:
د جومات امام د جومات ستنه او قوت دی، د هغه له لارې، جومات د اسلام د دعوت خپرولو، په ټولنه کې د پوهاوي لوړولو او د دیني د مسلو په اړه د خلکو اذهان روښانولو سره خپل ماموریت ترسره کوي. که چیرې امام پوه، هوښیار، بصیرت لرونکی او د خلکو د دودونو او شرایطو سره بلد وي، نو د هغه اغیزه به د جومات په جماعت او د هغه ګاونډ په اوسېدونکو باندې چې جومات پکې موقعیت لري ښه او ګټوره وي، دوی ته به زده کړه، لارښوونه او د ټولو ښو او نیکو شیانو په لور لارښوونه وکړي.
او په دې ترتیب سره تېر امامان و چې د امامت شرایط یې پوره کړي وو، په اسلامي تاريخ کې لومړی امام نبى کریم ﷺ و، بیا يې خلفاې راشدين، وروسته يې امرا، قومندانان، علماء او نامتو شخصيتونو د امامت دنده ترسره کړې، دا ښيي چې د دې دندې څښتن بايد په دين، اخلاق، علم او ښه چلند کې لوړ مقام ولري.
"دلته څرګندېږي چې د امامت دنده د خلکو په ژوند کې څومره مهمه ده؛ ځکه د امام قوت په هغه ټولنه کې ښکاري او د هغه ضعف هم په همدې ټولنه باندې څرګندېږي. جومات هغه ځای دی چې ټولنې ته دا ور ښيي چې قول او عمل سره تړلي دي، که امام د علم، عقل، او اخلاقو په لحاظ کمزوری وی او ناوړه چلند ولري، نو هغه به ګټه نه رسوي، بلکې زیان رسوي، که د امام دنده د لمونځ کوونکو د نیکي، پرهېزګارۍ، او صلاح لوري ته توجیه کول وي، نو ناپوه امام به دا لويه دنده هېڅکله په سمه توګه ترسره نه شي کړی.
ځینې وختونه امام د دندې لپاره د علم او شخصي وړتیا په لحاظ ټول شرطونه لري، خو له دندې څخه په نورو کارونو کې ښکېل وي چې د هغه د فعالیت پر کچه اغیزه کوي، هغه ممکن د لمانځه وختونو ته ناوخته راشي او کافي وخت ونه مومي چې په لمانځه کې کوم سورتونه او ايتونه لولي چې هغه تکرار کړي، نو موږ ګورو چې هغه د ځانګړو سورتونو یا آیتونو سره لمونځ کوي چې د هغو آیتونو او سورتونو څخه مخکې نه ځي.
ځینې وختونه هغه د هوس، ناپوهۍ، شخړو، یا ناوړه تندروۍ تر اغیز لاندې راځي نو له موضوعي او روزنیزو لارښوونو، حکمت سره تبلیغ، او په خه طريقه نصیحت څخه بهر کېږي.
جومات په دین کې خورا لوی تاثیر لري؛ ځکه هغه د هدایت یوه وړانګه ده چې بنده په کې خپل رب سره نږدې کېږي، ایمان یې قوي کېږي، او له خپلو وروڼو سره یوځای کېږي ترڅو ټول د نیکۍ په خپرولو او د بدۍ سره په مبارزه کې همکاري وکړي. جومات به دا دنده هېڅکله په سمه توګه ترسره نه شي کړی، تر څو چې الله په هغه کې یو امام وګماري چې د دې لویې دندې لپاره ضروري علمي او اخلاقي وړتیاوې ولري، او دا ستر مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي.
هغه مهم علمي ځانګړتیاوې چې یو امام یې باید ولري:
۱- عمل یوازې د الله تعالى لپاره ترسره کول؛ ترڅو د الله تعالی او د خلکو په نیز تایید، منصور، مقبول او محبوب شي.
۲- د ریا او فخر کولو څخه ډډه کول: ځکه چې چارې په مقاصدو او اعمال د نیت پر اساس دي، هر چاته به هغه څه ورسېږي چې نیت یې کړی وي، او څوک چې ځان په هغه څه سینګار کړي چې نه یې لري، الله به یې رسوا کړي.
۴. باېد د قرآن کریم حافظ وي، یا یې یوه برخه حفظ کړی وي، او په منظم ډول د خپل حفظ مراجعه کړي، او هره ورځ د قرآن کریم د تلاوت برنامه ولري.
۴. ځیني احادیث باید په ياد ولري، د "رياض الصالحين"، "الأربعين النووية"، "بلوغ المرام"، یا د نورو معتبرو حدیثو له کتابونو څخه.
۵. باېد د سلف صالحینو په څېر صحیحه عقیده زده کړي.
۶. د دیني احکامو فقه زده کول، په ځانګړې توګه د عبادتونو فقه، چې تر ټولو مهمه یې د پاکوالي، لمانځه، زکات او روژې پورې اړه لري، همدارنګه د معاملاتو فقه زده کړي، ترڅو د ګټې او لګښت ضوابط وپېژني، او خلک د دوکې، فريب، او ناحق د خلکو د مالونو اخستنې څخه ووېروي، همدا راز د اسراف، تبذیر، بخل، او تنګۍ څخه یې و ويروي، ترڅو د دوی مالي چلند د کتاب او سنت په رڼا کې وي.
۷. عربي ژبه یې باېد په ښه توګه زده وي، ترڅو په هغو معانيو باندې پوه شي چې الله تعالیٰ خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) باندې نازلې کړي دي، ځکه چې قرآن په عربي ژبه نازل شوی دی.
۸. د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سیرت، محمدي شمائل، او د سلف صالحینو ژوندلیکونه ولولي؛ ځکه په هغو کې ښې بیلګې او ښې نمونې، ګټوره پوهه، او لوړ اسلامي فرهنګ شتون لري.
۹. باېد د خپل هیواد د عالمانو او نورو مشهورو عالمانو سره چې د خپلې سالمې عقیدې، علم، او عقل په برخه کې پېژندل شوي وي، وپېژني، او په ټولو دیني مسئلو او د ټولنې د ستونزو په حل کې هغوی ته مراجعه وکړي.
۱۰. د اسلامي فرقو او د هغوی عقاید، فکري لورې او د هغوی موخې، او ویجاړونکي مذاهب او د هغوی اهداف وپېژني، ترڅو وکولای شي په دې اړه د الله تعالیٰ د کتاب، د رسول (صلی الله علیه وسلم) د سنت، او د محققینو علماءو لخوا په لیکل شوي کتابونو په رڼا کې بحث وکړي، او د هغوی دروغجن تورونه رد کړي، او د هغوی د باطلو عقایدو څخه خبرداری ورکړي.
۱۱. د مختلفو رسنیو سره بلدتیا، د هغوی مثبت او منفي اړخونه وپیژني، او دا چې څنګه کولای شي په دیني تبلیغ کې له هغوی څخه گټه واخلي، او د خپل ځان او ټولنې لپاره د رسنیو له خطرونو څخه خبردار ورکړي.
که چېرې دا ځانګړتیاوې د جومات په امام کې شتون ولري، نو دا به ان شاء الله استقامت او توازن رامینځته کړي.
او مهمې اخلاقي ځانګړتیاوې:
۱. د جومات امام ته اړینه ده چې د جومات د جماعت او د هغه سیمه اوسېدونکو او نورو لپاره یو دعوتګر او ښوونکی وي، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه لپاره باید یوه نمونه وي؛ ځکه هغه امت او واکمنانو او زعماوو لپاره نېکه او صالحه بېلګه ده، الله تعالیٰ فرمایي: ژباړه: (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب: 21].
هغه باید ځان او خپل جومات ته راتلونکي خلک له دنیاوي بحثونو او سیاست څخه لرې وساتي، او جومات یوازې تر علم او عبادت پورې محدود کړي.
۲. هغه باید پاک او منظم وي، او د جومات په پاکوالي، او د جومات د وسایلو ترتیب او ساتنې ته پام وکړي، هغه باید په دې برخه کې له اسراف څخه ډډه وکړي، او د جومات له سينګار څخه ډډه وکړي.
۳- د ښو اخلاقو او سلیقې خاوند وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړي، ږیره اوږده کړي او بریتونه لنډ کړي، په داسې حال کې چې خپلې جامې ښکته نه کړي، هغه باید خپل وقار او ارامتیا هم وساتي، او د هغو نیکو نیکانو رحمهم الله مثال تعقیب کړي چې له هغه څخه مخکې راغلي وو.
۴. نرم خوی، زغم لرونکی، او مهربان وي؛ ځکه نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کېږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي؛ د عائشې (رضي الله عنها) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: "مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کېږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي». ([93]). () مسلم: 2594 روایت کړی.
نو که چېرې جومات ته له راتلونکو څخه تېروتنه وشي، امام باید هغه ته په دردوونکي ډول زورنپ ورنه کړي، بلکې په نرمۍ سره دې هغه ته نصیحت وکړي او په ښه طریقه دې یې پوه کړي؛ د معاوية بن الحكم السلمي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: کله چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ کاوه، د خلکو څخه یو سړي پرنجی وکړ، نو ما وویل: " یرحمک الله" خلکو ماته وکتل، نو ما وویل: "زما مور دې زما په غم کښیني! تاسو ولي ما ته داسې ګورئ؟" دوی په خپلو لاسونو سره خپل ورنونه په وهلو پیل کړ، او کله چې ما ولیدل چې دوی هڅه کوي ما چوپ کړي، زه غلی شوم. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ پای ته ورساوه، زما پلار او مور دې له هغه څخه قربان شي، ما هېڅکله له هغه څخه مخکې او وروسته له هغه څخه غوره ښوونکی نه دی لیدلی، په الله قسم هغه پر ما قهر نه شو، نه یې ملامت کړم، نه یې ووهلم، او نه یې ماته ښکنځلې وکړې، او ویې فرمایل: «پدې لمونځ کې د خلکو خبرې ځای نه لري، بلکې یوازې تسبیح (سبحان الله)، تکبیر (الله اکبر)، او د قرآن تلاوت دی» ([94]). () مسلم: 537 روایت کړی.
۵- هغه باید نرم خوی او مهربان وي؛ ترڅو خلک د هغه شاوخوا راټول شي او د هغه له مهربانۍ، مرستې او پوهې څخه ګټه پورته کړي، هغه باید د دوی په ستونزو او اړتیاوو کې ورسره ودریږي، او د جومات د چارو په اړه باید له دوی سره مشوره وکړي.
او رسول الله ﷺ په دې ټولو برخو کې تر ټولو لوړ مقام درلود، لکه څرنګه چې الله تعالیٰ د هغه په اړه فرمايي: (نو -يواځې- د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران: 159].
۶- د جومات امام بايد صبر او يقين ولري، او په خبرو کې رښتینی وي، ترڅو په خپل جومات او د جماعت په منځ کې د لمونځونو د امامت کولو ویاړ ترلاسه کړي، بېشکه صبر او یقین بنده په دین کې د مشرۍ درجې ته رسوي، الله تعالی فرمایي: (او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه). [السجدة: 24].
۷- هغه باید په خپلو خبرو کې صادق وي، که د جمعې په خطبه کې وي، که په دیني درس او موعظه کې وی، یا له خلکو سره په خبرو کې وي؛ ترڅو د صادقانو، هدایت منونکو او بریاليو کسانو څخه وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي دي چې هغه فرمایلي دي: «رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښوونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښوونه کوي، او یو سړی تر هغه پورې رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي چې د الله پر وړاندې ریښتینی ولیکل شي. او له درواغو ځان وساتئ، ځکه چې درواغ مو بې لاریتوب ته بولي، او بې لاریتوب دوزخ ته بلنه ورکوي او یو انسان تر هغه پورې درواغ وایې او د درواغو پسې ګرځي چې د الله تعالی پر وړاندې درواغجن ولیکل شي». ([95]). () بخاري: 6094، او مسلم: 2607 روایت کړی دی، د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له حدیث څخه.
دروغ ویل شر او مصیبت دی، او تر ټولو لوی دروغ د الله تعالی په اړه دروغ ویل او د هغه په اړه بې له پوهې خبرې کول دي، الله تعالی فرمايي: (ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [الأعراف: 33].
دې عظیم آیت کریمه تر ټولو لوی ګناهونه راغونډ کړي، چې له ټیټو څخه یې پیل کړی او لوړو باندې ئې پای ته رسولي، په دې کې تر ټولو خطرناکه د الله تعالي په نومونو، صفتونو او شرعي احکامو کې پرته له علمه خبرې کول دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه دروغ ویل یو له لویو دروغو او تر ټولو بدو ګناهونو څخه دي، دا یو له هغو لویو ګناهونو څخه دي چې دروغ ویونکي ته یې د دوزخ ګواښ کېږي؛ د مغیره بن شعبه رضی الله عنه په روایت کې وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: "زما په اړه دروغ ویل د بل چا په اړه د دروغ ویلو په څیر ندي. څوک چې په قصدي ډول زما په اړه دروغ ووایی، هغه دې په دوزخ کې خپل ځای ونیسي" ([96]). () بخاري: 1291، او مسلم: 4 روایت کړی دی.
امام باید له دروغو څخه پرهیز وکړي، حتی که د نېکۍ هڅولو یا د بدۍ څخه وېرولو لپاره هم وي، لکه څنګه چې ځینې واعظان کوي، ځکه دا یوه ناوړه چلند دی چې هېڅ ګټه او هدایت پکې نشته، ددې ویونکی به ګناهګار وي، نه اجر اخیستونکی.
۸- هغه باید د پیغام او خبرو په رسولو کې امانتدار وي، د هر خبر صحت وڅيړي، د شایعاتو په منلو کې بیړه ونه کړي،یوازې د معتبرو سرچینو خبرې ومني، الله تعالي مونږ ته په دې اړه امر کړی دی چې فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ) [الحجرات: 6].
۹- د خلکو په ستر او د هغوی د رازونو په ساتلو کې باید ډېر محتاط وي، څوک چې د یو مسلمان ستر او پرده وکړي، الله به یې په دنیا او آخرت کې ستر او پرده وکړي، څوک چې د مسلمانانو عیبونه تعقیبوي، الله به یې عیبونه تعقیب کړي تر څو هغه رسوا کړي، حتی که په خپل کور کې وي؛ د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د یو مسلمان ستر وکړي، الله به یې په قیامت کې ستر وکړي" ([97]). ابو برزه الاسلمي رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «اې هغه کسانو چې په ژبه یې ایمان راوړی خو زړونو ته یې ایمان نه دی داخل شوی! د مسلمانانو غیبت مه کوئ، او د هغوی عیبونه مه څېړئ؛ ځکه څوک چې د هغوی عیبونه څیړي، الله تعالی به یې عیبونه وڅېړي، او الله تعالی چې د چا عیبونه وڅېړي په کور کې یې رسوا کوي» ([98]). () بخاري: 2442، او مسلم: 2580 روایت کړی دی. () ابو داود: 4880، روایت کړی، او دا ځانګړتیاوې د إمام المسجد مقوماته العلمية والخلقية، د شيخ سعود بن محمد البشر په کتاب کې ولولئ.
دریم مبحث: د جمعې لمونځ او خطبه
لومړی مطلب: د جمعې لمونځ
لومړۍ مسئله: د جمعې لمونځ مفهوم او وقت
لومړی: د جمعې لمونځ مفهوم
جمعه: د اونۍ یوه ورځ ده چې په هغه کې یو ځانګړی لمونځ ادا کېږي چې د جمعې لمونځ بلل کېږي([99]). () وګورئ: معجم لغة الفقهاء لمحمد رواس قلعجي وآخرين: مخ 166.
او د جمعې ورځې ته د دې امت لارښوونه د الله تعالی له لوري یو لوی فضیلت دی؛ د ابو هریره رضی الله عنه روایت دی وایي چې: رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "موږ وروستي یو چې د قیامت په ورځ به لومړي یو، خو دوی ته له موږ څخه مخکې کتاب ورکړل شوی دی، او موږ ته له دوی وروسته راکړل شوی دی، دا د دوی هغه ورځ ده چې پر دوی فرض شوی وه خو هغوی په هغې کې اختلاف وکړ، الله مونږ ته د دې ورځې هدایت وکړ، نو اوس دوی په دې کې زمونږ تابع دي، یهود به سبا (شنبه) او نصراني به بل سبا (یکشنبه) عبادت کوي" ([100]). () بخاري: 876، او مسلم: 855 روایت کړی دی.
او جمعه تر ټولو غوره ورځ ده چې لمر پرې راختلی دی؛ ابو هریره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی دی، جمعه ده، په همدې ورځ آدم پیدا شو، په همدې ورځ جنت ته داخل شو، او په همدې ورځ له جنت څخه وویستل شو" ([101]). () مسلم: 854 روایت کړی.
او جمعه تر جمعې پورې د هغه ګناهونو لپاره کفاره ده چې په مینځ کې واقع شوي وي، د ابو هریره رضی الله عنه د حدیث له مخې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي". ([102]). () مسلم: 233 روایت کړی.
د جمعې لمونځ: په خپل ذات کې یو جلا لمونځ دی، چې د ماسپښین له لمانځه څخه په شمېر، لوړ غږ، خطبې، او نورو شرطونو کې توپیر لري، مګر په وخت کې ورته والی لري.
دویم: د جمعې لمونځ وخت:
د جمعې لمونځ وخت د ماسپښین وخت دی، د لمر له زوال څخه تر هغه وخته پورې چې د یو شي سیوری د غرمې له سیوري وروسته د هغه د خپل اوږدوالي سره برابر شي؛ د انس بن مالک رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د جمعې لمونځ هغه وخت کاوه کله چې لمر مایلېده ([103]). یعني: لمر د لویدیځ په لور ته میلان پیدا کاوه، او د اسمان له مینځ څخه به کږېده، او دا د ماسپښین د لمانځه وخت دی. () بخاري: 904 روایت کړی.
دویمه مسئله: د جمعې لمونځ حکم، او چا باندې واجب دی؟
لومړی: د جمعې لمونځ حكم:
د جمعې لمونځ پر نارینه و فرض عین دی؛ د الله تعالی ددې وینا پر بنسټ: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ) [الجمعة: 9]، د عبدالله بن عمر او ابوهريره رضي الله عنهما څخه روايت دي چې دوی د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دا حديث اورېدلی کله چې هغه پر خپل منبر باندې و، چې فرمایل یې: "هغه خلک دې د له خپل کار څخه لاس په سر شي چې د جمعې لمانځه ته نه حاضریږي، کنه الله به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، بیا به دوی له غافلانو څخه شي" ([104]). () مسلم: 865 روایت کړی.
مسلمانان د جمعې لمونځ د فرضیت په اړه متفق دي، ابن المنذر رحمه الله وایي: "دوي (علماء) په دې متفق دي چې جمعه د ازاد، بالغ، مقيم او بې عذر نارينه وو باندې واجب ده"([105]). () الإجماع: مخ 40.
دویم: پر چا واجب ده؟
د جمعې لمونځ په هر آزاد، بالغ، عاقل نارینه مسلمان چې د ګډون توان ولري او مقیم وي، واجب دی، او پر لاندې کسانو واجب نه دی: غلام، ښځه، ماشوم، لېونی، ناروغ، مسافر، چې د طارق بن شهاب نه روایت شوی حدیث پر دې دلالت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "جمعه په جماعت سره پر هر مسلمان واجب حق دی، مګر څلور کسان مستثنی دي: غلام، ښځه، ماشوم او ناروغ". ([106]). () ابو داود: 1067 روایت کړی.
او مسافر باندې د جمعې لمونځ واجب نه دی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سفر په جریان کې د جمعې لمونځ نه کاوه، او د هغه په حج کې د عرفې ورځ د جمعې سره برابره راغله، خو سره لدې هم هغه ﷺ د ماسپښین لمونځ ادا کړ او د مازدیګر لمونځ یې ورسره یوځای کړ.
امام ابن المنذر رحمه الله د دې موضوع د اجماع په اړه وايي: "دوي (علماء) په دې اتفاق لري چې ماشوم او ښځې باندې د جمعې لمونځ نشته ... او په دې اتفاق لري چې جمعه د ازاد، بالغ، مقيم او بې عذر نارينه وو باندې واجب ده"([107]). () الإجماع: مخ 40.
که چېرې غلام، ښځه، ماشوم، ناروغ او مسافر د جمعې لمونځ ته حاضر شي، نو د هغوی لمونځ صحيح دی او د ماسپښین پر ځای کافي دی.
د جمعې لمونځ کوچیانو (بدويانو) باندې واجب نه دی چې د څړځایونو او اوبو په لټه کې ګرځي، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې کوچیان (بدوان) د مدینې په شاوخوا کې وو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته د جمعې د لمونځ لپاره امر نه دی کړی، امام احمد رحمه الله وایي: کوچیانو (بدویانو) لپاره د جمعې لمونځ نشته ځکه چې دوی ګرځي او انتقال کوونکي دي، نو د جمعې لمونځ ساقط کېدو علت همدغه انتقال دی، نو هر هغه څوک چې میشت و او په خپله خوښه یې کډه نه وي کړی د کلیو له اوسېدونکو څخه شمېرل کېږي([108]). () مجموع الفتاوى: 24/ 166.
جمعه د درې کسانو سره هم منعقدېږي: چې يو خطبه ووايي، او دوه يې واوري، د الله جل جلاله د دې وینا په اساس: (نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ). [الجمعة: 9] دا جمع ده، او د جمع لږترلږه تعداد درې کسان دي.
دریمه مسئله: د جمعې لمونځ طریقه:
د جمعې لمونځ دوه رکعته دي چې په هغه کې قرآن په لوړ غږ سره لوستل کېږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا کار کاوه، او علماء په دې متفق دي، ابن حزم رحمه الله وایي: علماو په دې اتفاق کړی چې د جمعې لمونځ - که د خپلو شرطونو سره ادا شي - چې دوه رکعته دي په هغو کې په جهر (په لوړ غږ) قرائت کېږي([109]). () مراتب الإجماع: مخ 33.
سنت دا دی چې په لومړی رکعت کې د "الفاتحه" او "سورة الأعلى" او په دویم رکعت کې د "الفاتحه" او "سورة الغاشية" تلاوت وشي، د نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی ویلي يې دي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په دوه اخترونو او جمعه کې 'سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى' او 'هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَة' تلاوت کول. ([110]). () مسلم: 878 روایت کړی.
یا دا چې په لومړي رکعت کې به يې د "الفاتحه" او "سورة الجمعة" او په دویم رکعت کې به يې د "الفاتحه" او "سورة المنافقون" تلاوت کاوه، د ابن أبي رافع څخه روایت دی چې وايي: مروان ابو هريرة په مدينه باندې نايب وټاکه، او پخپله مکې مکرمې ته لاړ، نو ابو هريرة مونږ ته د جُمعې لمونځ راکړ، نو د سورت الجمعې نه بعد ئې په وروستي رکعت کې سورت المنافقون ولوست، دا وايي: چې ابو هريره کله سلام وګرځاوو نو ما راګير کړو، او ورته مې وويل: تا هغه دوه سورتونه وويل کوم چې به علي بن ابي طالب په کوفه کې لوستل، نو ابو هريرة وويل: 'ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې په جمعه کې به يې دا دواړه سورتونه تلاوت کول" ([111]). () مسلم: 877 روایت کړی.
څلورمه مسئله: جمعه په څه باندې لاندې کېږي؟
جمعه د امام سره یو رکعت په لاندې کولو سره لاندې کېږي؛ د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «څوک چې د جمعې او بل لمونځ یو رکعت لاندې کړي، نو د هغه لمونځ بشپړ شو». ([112]). () نسائي: 557 روایت کړی.
که څوک د جمعې له یو رکعت څخه لږ لاندې کړي، نو هغه دې د ماسپښین لمونځ ادا کړي([113]). () وګورئ: المغني لابن قدامة: 2/ 231.
نو څوک چې د جمعې یوه رکعت له لاسه ورکړي او د دویم رکعت رکوع یا مخکې له رکوع څخه امام سره يو ځای شي نو هغه یوازې د یو رکعت قضا ادا کوي، د دې حدیث په اساس: "او چا چې یو رکعت لاندې کړ نو هغه لمونځ لاندې کړی دی" ([114]). () ابو داود: ٨٩٣ روایت کړی.
پنځمه مسئله: هغه کارونه چې په جمعه کې حرام یا مکروه دي:
۱. د خطبې پر وخت خبرې کول حرام دي؛ د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: "که تا د جمعې په ورځ خپل ملګري ته وویل: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ" ([115]) يعنې: تا بې ګټې خبرې وکړې، کوم چې دروغ او رد شوې خبرې دي، او ستا د جمعې د لمانځه فضیلت باطل شو. () بخاري: 934، او مسلم: 851 روایت کړی.
امام نووي رحمه الله وايي: "په دې حدیث کې د خطبې پر وخت د هر ډول خبرو څخه منع شوې ده، او په دې سره يې د نورو خبرو نه خبرداری ورکړی، ځکه چې 'چپ شه' ویل، چې په اصل کې د نيکۍ امر دی، لغو بلل شوی، نو نورې لږې خبرې هم لغوه او ناروا دي"([116]). () شرح مسلم: 6/ 138.
په دې نهي کې د پرنجي کوونکي ځوابول په "یرحمک الله" ویل، او سلام ځوابول هم شامل دي، خو د خطبې له پیل کېدلو مخکې، یا د دوو خطبو ترمنځ په وقفه کې، خبرې کول حرام نه دي.
اما د مقتدي خبرې له خطيب سره، په دې کې هېڅ حرج نشته، د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویل یې: د جمعې په ورځ یو سړی له هغه دروازې څخه جومات ته ننوت چې دار القضاء په لور وه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ و او خطبه یې ویله، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته ودرېد، بیا یې وویل: 'یا رسول الله! مالونه ضایع شوي دي، او لارې پرې شوې دي؛ نو الله ته دعا وکړه چې پر مونږ باران را او وري.' نو رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل لاسونه پورته کړل..."حدیث ([117]). () بخاري: 967، او مسلم: 897 روایت کړی دی.
۲- د خطبې په وخت کې لوبې کول، د تیږو لمس کول، د تسبیحو کارول، یا د ګرځنده تلیفون کارول او داسې نور شیان منع دي، ځکه چې دا د ابو هریره رضی الله عنه څخه ثابت دي، هغه وايي: رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې تیږه لمس کړي په یقین سره چې د جمعې فضیلت یې له لاسه ورکړ» ([118]) دا ځکه چې بې ځایه خبرې د پوهاوي او خشوع مخه نیسي. () مسلم: 857 روایت کړی.
۳- د خطبې په وخت کې د خلکو له غاړو تېرېدل منع دي؛ د عبدالله بن بسر رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ، چې هغه ویلي دي: یو سړی د جمعې په ورځ د خلکو په غاړو په تېرېدو سره راغی پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ورکوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "کښینه، تا ضرر ورساوه" ([119]). () ابو داود: 1118 روایت کړی.
ځکه چې د غاړو په تېرېدلو سره خلکو لپاره تکلیف او د خطبې د اورېدو مخه نیسي، خو امام ته اجازه ده چې د خلکو له غاړو تېر شي، که بله لاره نه وي ترڅو خپل ځای ته لاړ شي، همدارنګه که چېرته اړتیا وي (لکه اودس، یا د صف بندۍ لپاره)، نو ګناه او حرج نشته.
۴. يو څوک د خپل ځای څخه پاڅول او پرځای یې کیناستل حرام دي؛ د جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه ثابت دي چې نبي صلى الله عليه وسلم وفرمایل: "په تاسو کې دې هيڅ څوک خپل ورور د خپل ځای څخه نه پورته کوي، چې بيا د هغه ځای ته لاړ شي او هلته کښیني، بلکې ځای پراخه کړئ او کښېنئ" ([120]). () مسلم: 2178 روایت کړی دی.
۵- د دوو کسانو بیلول مکروه دي؛ ترڅو د هغوی تر مینځ کښيني یا د هغوی څخه واوړي؛ د سلمان فارسي ضي الله عنه څخه ثابت دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: " څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي ... بیا لاړ شي او دوه کسان سره جلا نه کړي، نو څومره نفل چې کولی شي ويې کړي، او کله چې امام راووځي په غور سره ورته غوږ ونیسي، نو د هغه د جمعې او بلې جمعې ترمنځ ګناهونه به وبخښل شي". ([121]) نو دا په دې دلالت کوي څوک چې دوه کسان سره جلا کوي دا بخښنه به ترلاسه نه کړي. () بخاري: 910 روایت کړی.
شپږمه مسئله: د جمعې سنتونه:
۱- د جمعې په ورځ د سهار په لمانځه کې د سجدې سورت او الانسان سورت لوستل سنت دي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې همېشوالی کړی. د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د جمعې په ورځ د سهار په لمانځه کې د سجدې سورت، او هل أتى على الإنسان حين من الدهر لوستل ([122]) () بخاري: 891، او مسلم: 880 روایت کړی دی.
۲. د جمعې پر ورځ غسل کول یو مؤكد سنت دی؛ د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په حدیث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي: "کله چې يو کس ستاسې نه د جمعې لمانځه ته راځي باېد غسل وکړي" ([123]). دا عمل باید پرې نښودل شي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د بدن بد بوی لري. () بخاري: 877، او مسلم: 844 روایت کړی دی.
د جمعې لمونځ لپاره د غسل وخت د سهار له وخته پیل کېږي، د لویو ناپاکیو (جنابت) لپاره غسل د جمعې د لمونځ لپاره کافي دی، ځکه چې د جمعې لمونځ لپاره د غسل هدف د ځان پاکول او د بدن څخه بد بوی لرې کول دي، چې د جنابت د غسل په واسطه ترلاسه کېږي، خو د جمعې په غسل کې باید د جنابت د غسل نیت ولري؛ ترڅو اجر ترلاسه کړي.
۳. د خوشبوي استعمالول، د ځان پاکوالی، د نوکانو لنډول، د شرمګاه وېښتانو خریل، او د تخرګ وېښتان شکول، د برېتانو لنډول سنت دي؛ د سلمان فارسي رضي الله عنه د حدیث پر بنسټ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: "څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي، او د خپل وس مطابق ځان پاک کړي، بیا ځان باندې خوشبويي ولګوي یا مسح کړي، بیا لاړ شي او دوه کسان سره جلا نه کړي، څومره چې ورته ټاکل شوي دي لمونځ وکړي، او بیا کله چې امام راوځي په غور سره ورته غوږ ونیسي، نو د هغه د دې جمعې او بلې جمعې ترمنځ ګناهونه به وبخښل شي" ([124]). () بخاري: 910 روایت کړی.
همدارنګه په دې ورځ کې د مسواک کارولو باندې ډېر تاکید شوی دی، د ابو سعید خدری رضي الله عنه د حدیث پر بنسټ وایي چې: زه په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې شهادت ورکوم چې هغه وفرمایل: «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي». ([125]). () بخاري: 880 روایت کړی.
۴- د عمر بن خطاب رضي الله عنه د حديث پر بنسټ، د جمعې په ورځ ښکلې جامې اغوستل سنت دي، دا چې هغه «د جومات په دروازه کې يې يوه ښکلی چپنه وليدله، نو ويې ويل: یا رسول الله! که تاسو دا چپنه واخلئ، نو د جمعې په ورځ او د وفد د راتګ پر مهال به یې اغوندئ...» ([126]). () بخاري: ٨٨٦، او مسلم: ٢٠٦٨ روایت کړي دي.
۵- د جمعې په ورځ وختي جومات ته تلل سنت دي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې هکله هڅونه کړې ده؛ د ابو هریره رضی الله عنه په حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي، يعني: داسې غسل وکړي لکه د جنابت نه غسل، او (په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي*، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)». ([127]). () بخاري: 881، او مسلم: 850 روایت کړي دي.
۶- د جمعې په ورځ د امام د خطبې په وخت کې جومات ته د ننوتلو لپاره دا غوره ده چې تر هغه وخته پورې کښې نه ني ترڅو چې دوه خفیف رکعتونه لمونځ وکړي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خطبې په وخت کې داخلېدونکي کس ته امر وکړ چې دا کار وکړي، له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: سلیک غطفاني د جمعې په ورځ راغی پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ورکوله، نو کښیناست، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "اې سلېکه، پاڅېږه او دوه رکعته لمونځ وکړه، غختصر او لنډ یې کړه" بیا یې وفرمایل: "که چېرې له تاسو څخه څوک د جمعې په ورځ راشي پداسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو دوه رکعته خفیف او لنډ لمونځ دې وکړي" ([128]). () بخاري: 930، او مسلم: 875 روایت کړي دي.
۷- د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت کول سنت دي؛ ابو سعید الخدری رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هر څوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت ولولي، د دوه جمعو تر منځ به د هغه لپاره رڼا وي» ([129]). () حاكم په المستدرک: 3392 کې روایت کړی، د دې حدیث نیمګړتیا دا ده چې ابو سعید ته منسوب شوی دی.
۸- د جمعې په ورځ او شپه رسول الله (صلی الله علیه وسلم) باندې ډېر درود ویل سنت دي، د اوس بن اوس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: «ستاسو د ورځو څخه غوره ورځ د جمعې ورځ ده، نو په دې ورځ ما باندې ډېر درود ووایئ؛ ځکه ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي» ([130]). () ابو داود: 1531 روایت کړی.
۹- په دې ورځ ډېرې دعاګانې کول او هغه ساعت په لټه کې اوسيدل چې دعاګانې پکې قبلېږي، سنت دی؛ د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې یادونه وکړه او ویې فرمایل: «په دې ورځ کې يو ساعت دی، کوم چې کله يو مسلمان بنده په لمونځ ولاړ وي او د الله تعالى څخه څه وغواړي، نو الله به هغه ورکړي» ([131]). () بخاري: 935، او مسلم: 852 روايت کړی دی.
د اجابت اميد په دې ورځ ټولو ساعتو کې شته، خو تر ټولو ډاډمن ساعت هغه دی چې امام د خطبې لپاره کښيني تر هغه چې لمونځ پای ته ورسېږي، او د جمعې په ورځ د ماښام د لمونځ په انتظار کې ناستو لپاره د ورځ وروستی ساعت هم د اجابت وخت دی، که مسجد کې وي که په کور کې وي؛ د ابو موسى اشعري رضي الله عنه له روايت لمخې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: «د اجابت ساعت هغه وخت دی چې امام د خطبې لپاره کښېني تر هغه چې لمونځ پای ته ورسېږي» ([132]). () مسلم: 853 روایت کړی.
اوومه مسئله: د جمعې د لمانځه نفل (سنت):
د جمعې لمونځ څخه مخکې کومه مقرره سنت (راتبه) لمونځ نشته، خو سنت ده چې څوک د جمعې لمونځ لپاره جومات ته راشي، نو خپلې خوښې مطابق دې دوه، څلور، شپږ، یا ډېر رکعتونه وکړي، او په هر دوه رکعتونو کې دې سلام وګرځوي، څرنګه چې د سلمان فارسي رضي الله عنه له حديث څخه نقل شوی دی وایي چې: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: « څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي... بیا مسجد ته ولاړ شي او د دوو کسانو ترمنځ جلا والی رانه ولي، او څومره چې کولی شي لمونځ وکړي، بیا کله چې امام راووځي، په غور سره غوږ ونیسي (خاموش اوسي)، نو د دې جمعې تر بلې جمعې پورې د هغه ټول ګناهونه بخښل کېږي» ([133]). او د صحابه کرامو د کړنو، او د نفل لمونځ په عمومي ډول د فضیلت له امله دا سنت دی. () بخارى: 910 روایت کړی.
خو د جمعې راتبه سنت (مقرره نافله) د لمونځ څخه وروسته ادا کېږي، دوه رکعته په کور کې، او یا څلور رکعته په جومات کې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل کور کې د جمعې له لمانځه وروسته دوه رکعته لمونځ کاوه ([134]). د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: «کله چې ستاسو څخه څوک د جمعې لمونځ ادا کړي، نو د هغې وروسته دې څلور رکعته لمونځ ادا کړي» ([135]). () بخاري: 937، او مسلم: 729 روایت کړی، د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه. () مسلم: 881 روایت کړی.
د جمعې لمونځ سنت په جومات کې څلور رکعته ادا کېږي، او یا که غواړي په کور کې یې ترسره کړي، نو دوه رکعته دې ادا کړي.
دویم مطلب: د جمعې خطبه:
لومړۍ مسئله: د جمعې خطبه:
دا هغه وينا ده چې د جمعې لمونځ څخه وړاندې د خلکو یوې ډلې ته ویل کېږي، چې په کې د الله تعالی حمد او ثنا، د رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې درود او سلام، او نصیحت او یادونې شاملې دي. () وګورئ: معجم لغة الفقهاء: مخ 197، وخطبة الجمعة وأحكامها الفقهية للحجيلان: مخ 22.
دویمه مسئله: د خطبې حکم:
خطبه د جمعې لمونځ لپاره شرط ده، پرته له دې د جمعې لمونځ صحیح نه دی؛ د الله تعالی د دې فرمان پر بنسټ: ژباړه: (اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ). [الجمعة: 9] د الله ذکر په خطبه تفسیر شوی دی. که خطبه لازمه نه وی، نو د هغې په لور به تلل هم لازم نه وی. همدارنګه، د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوامداره عمل هم په دې دلالت کوي چې هغه به هېڅکله خطبه نه پرېښودله. () وګورئ: تفسير الطبري: 22/ 642.
امام ابن قدامه الحنبلي رحمه الله وايي: "لنډه دا چې خطبه د جمعې لپاره شرط ده، پرته له دې د جمعې لمونځ نه صحیح کېږي"([138]). () المغني: 2/ 224.
دریمه مسئله: د خطبې شرطونه:
۱- دا چې باید دوه خطبې وي؛ د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په روایت وایي چې: نبي کريم صلى الله عليه وسلم به دوه خطبې ویلې، چې ددواړو په مینځ کې به یې لنډه ناسته (دمه) کوله([139]). () بخاري: 928 روایت کړی.
۲- د جمعې د لمانځه د وخت له پیل څخه وروسته باید وي، که خطبه یا د خطبې یوه برخه یې د وخت نه مخکې وه، نو نه کافي کيږي.
۳- دواړه خطبې باید د لمونځ څخه وړاندې وي؛ د سائب بن یزید رضي الله عنه په روایت وایي چې: د رسول الله صلى الله عليه وسلم، ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په وخت کې به د جمعې لومړی اذان هغه مهال کېده چې امام به په منبر باندې کېناسته([140]). دا د لمانځه څخه مخکې د دوو خطبو ویلو صریح بیان دی. () بخاري: 916 روایت کړی.
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې وینا لمخې: «داسې لمونځ وکړئ لکه څنګه چې تاسو ما وینئ چې زه لمونځ کوم» ([141]) او هغه به هېڅکله د دوو خطبو څخه مخکې لمونځ نه کاوه، مرداوي وايي: "پرته له اختلافه شرط دا دی چې دواړه خطبې باېد د لمانځه نه مخکې وي"[142]). () بخاري: 631 روایت کړی، د مالك بن الحويرث رضي الله عنه د حدیث لمخې. () الإنصاف: 2/ 389.
۴- د خطبې اجزا په پرله پسې ادا کول، امام ابن قدامه رحمه الله وايي: " د خطبې د صحیح والي له شرطونو څخه په پرله پسې ویل یې دي، که چیرې د هغې ځینې برخې د اوږدې وینا، اوږدې چوپتیا، یا بل څه له امله چې تسلسل ماتوي، له نورو برخو څخه جلا شي، خطبه باید بیا پیل کړي. د اوږدوالي یا لنډوالي منبع عادت دی. همدارنګه، یو له شرطونو څخه دا دی چې خطبې او لمونځ باید پرله پسې ادا شي، که خطیب پاکوالي او طهارت ته اړتیا ولري، باید ځان پاک کړي، او خپلې خطبې ته دې دوام ورکړي، تر هغه چې جلاوالی اوږد نه وي" ([143]). () المغني: 2/ 230.
۵- خطبه په جهر (لوړ غږ) سره ويل؛ ځکه چې خطبه د جمعې لپاره شرط ده، په لوړ غږ تلاوت کول د هغې د ترسره کولو او د هغې د هدف د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ده، کوم چې وعظ او یادونه ده، هر هغه څه چې یو فرض پرته له دې نه شي ترسره کېدی، پخپله واجب دی.
۶- د جمعې لمونځ لپاره اړین شمېر باید موجود وي، ځکه چې خطبه یوه یادونه ده چې باید ګډون پکې وشي، نو اړینه ده چې ذکر شوی شمېر یې واوري.
څلورمه مسئله: د خطبې ارکان:
۱- د الله تعالی په حمد او ثنا سره یې پرانیستل؛ د جابر بن عبدالله رضی الله عنه د حدیث له مخې، چې ویل یې: د جمعې په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه د الله تعالی ستاینه او ثنا ویل وو، بیا به یې نورې خبرې کولي ... حدیث ( [144]). () مسلم: 867 روایت کړی.
۲- په خطبه کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل شامل دي، ځکه چې په خطبو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل د صحابه کرامو رضی الله عنهم تر منځ یوه معروف او مشهوره موضوع ده ([145]). () وګورئ: جلاء الأفهام لابن القيم: مخ 371.
۲- په دې کې د الله تعالی څخه د وېرې لپاره وعظ او وصیت شامل دي، لکه څنګه چې د جابر بن سمره رضی الله عنه په حدیث کې راغلي، چې وایي: د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دوه خطبې وې، چې د دواړو خطبو مینځ کې به کېښناست، قرآن به یې لوسته، او خلکو ته به یې یادونه کوله ([146])؛ ځکه چې د خطبې اصلي مقصد همدا دی. () مسلم: 862 روایت کړی.
۴. د قرآن کریم د یوې برخې تلاوت: د جابر بن سمره رضي الله عنه د روايت لمخې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه خطبې ویلې، د هغو په منځ کې به کښېناست، قرآن به یې تلاوت کاوه او خلکو ته به یې نصیحت کاوه).
پنځمه مسئله: د خطبې سنتونه:
۱. په منبر یا لوړ ځای د خطبې ویل؛ د رسول الله صلى الله عليه وسلم لپاره منبر جوړ شو، او هغه به په هغه باندې خطبه ویله([147])، د صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه په تواتر سره راغلي چې نبي صلى الله عليه وسلم به په منبر باندې خطبه ویله. امام نووي رحمه الله د علماو اجماع نقل کړی چې دا مستحب عمل دی، او وایي: "علماء په دې اتفاق لري چې منبر د پاسه خطبه ویل مستحب دي" ([149])، ځکه چې دا په خبر رسولو کې ډېر تاثیر لري، او ځکه چې کله خلک خطيب وګوري، نو تبلیغ یې پر هغوی ډېر تاثیر کوي. () بخاري: 2095 د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی. () وګورئ: إرواء الغليل في تخريج أحاديث منار السبيل: 3/ 75 او ددې وروسته مخونه. () المجموع شرح المهذب: 4/ 527.
۲- د خطبې پر مهال د خطیب ودرېدل؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: (او كله چې هغوى څه سوداګري يا ساعت تېری وويني نو هغه لور ته خواره واره شي او تا ولاړ پرېږدي). [الجمعة: 11]، او د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ولاړه خطبه ورکوله، بیا کښېناست، او بيا به پاڅېده، څرنګه چې تاسو یې اوس کوئ([150])، () بخاري: 920، او مسلم: 861 روایت کړی دی.
۳- خطيب لپاره سنت ده چې مخ یې مقتدیانو لورې ته وي: عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې په ورځ خپل منبر ته نږدې کېده، نو نږدې ناستو کسانو ته به یې سلام کاوه، بیا به چې کله منبر ته پورته کېده، نو خلکو ته به یې مخ کاوه او بیا به یې سلام کاوه"([151]). () البيهقي په السنن الكبرى: 5742 روایت کړی.
حافظ ابن رجب رحمه الله وايي: "په دې اجماع ده چې د امام مخ به مقتدیانو خوا ته وي او شا به یې قبلي خوا ته وي، او نصوص هم پر دې دلالت کوي؛ ځکه هغه دوی ته خطاب کوي ترڅو د هغه په خبرو باندې پوه شي، او دا ټول سنت دي، که امام ددې خلاف عمل وکړي، نو د سنت خلاف يې کړی دی، خو جمعه يې صحيحه ده" ([152]). () فتح الباري لابن رجب: 8/ 250.
۴- د جابر رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ، دا مسنونه طریقه ده کله چې امام مقتدیانو ته مخامخ شي په هغوی دې سلام واچوي، کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته پورته کېده، نو سلام به یې کاوه ([153]). () ابن ماجه: 1109 روایت کړی.
۵- د اذان تر پایه پورې د خطيب ناسته پر منبر باندې سنت ده؛ د ابن عمر رضی الله عنهما د قول لمخې: "نبي کريم صلى الله عليه وسلم به دوه خطبې ویلې، کله به چې منبر ته پورته کېده، د اذان تر پایه پورې به ناست ؤ، بیا به پاڅېده او خطبه به یې ویله، بیا به لږ څه کښېناست او خبرې به یې نه کولې، بیا به بېرته پورته کېده او دویمه خطبه به یې ويله"([154]). همدارنګه، د سائب بن یزید رضی الله عنه حدیث پر دې باندې ګواه دی چې ویل یې: د رسول الله صلى الله عليه وسلم، ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په وخت کې به د جمعې لومړی اذان هغه مهال کېده چې امام به منبر باندې کېناسته([155]). () ابو داود: 1092 روایت کړی. () بخاري: 916 روایت کړی.
۶. خطيب باېد د خپل طاقت په اندازه په خطبه کې خپل غږ لوړ کړي؛ د جابر بن عبدالله رضی الله عنهما د حدیث پر بنسټ وایي چې: "رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې کله خطبه کوله، سترګې به یې سرې شوې، او غږ به یې لوړ شو، او غوسه به یې زیاته شوه، لکه لښکر ته چې خبرداری ورکوي او ويل به يې: «سهار او ماښام تاسو باندې دښمن راغی» ([156])، د «صَبَّحَكُم» مانا دا ده چې: ستاسو پر وړاندې د سهار په وخت کې لښکر راغلی»، او د «مَسَّاكُم» مانا دا ده چې: «ستاسو پر وړاندې د ماښام په وخت کې لښکر راغلی، او څوک چې بل څوک ووېروي، نو هغه کولای شي دا دوه لفظونه وکاروي. () مسلم: 867 روایت کړی.
۷- د دواړو خطبو تر منځ لږ کښيناستل: د ابن عمر رضي الله عنهما د روايت لمخې وایي چې: نبې ﷺ به دوه خطبې ويلې، په منځ کې به يې کښېناسته([157]). () بخاري: 928 روایت کړی.
۸- د خطبو لنډول سنت دي، او دويمه خطبه له لومړۍ څخه لنډه وي، په داسې حال کې چې لمونځ باید اوږد شي؛ د عمار رضي الله عنه د روايت لمخې چې رسول الله ﷺ وفرمايل: "د يو سړي د لمونځ اوږدوالی او د خطبې لنډوالی د هغه د فقه (پوهې) نښه ده؛ نو لمونځ اوږد کړئ او خطبه لنډه کړئ" ([158]). () مسلم: 869 روایت کړی.
۹- د مسلمانانو لپاره دعا کول سنت دي، چې په هغه کې د دين او دنيا صلاح شامل وي؛ همدا راز د مسلمانانو د واکمنانو لپاره د هدايت او توفيق دعا کول: امام نووي رحمه الله وايي: "د مسلمانانو د امامانو او واکمنانو لپاره د صلاح، او د حق لارې باندې تګ، د عدالت پلي کول او همدارنګه نورې دعاګانې، او د اسلامي لښکرو لپاره دعا کول، په اتفاق سره مستحب دي" ([159]). () المجموع شرح المهذب: 4/ 521.
د جمعې په خطبه کې امام لپاره د لاسونو پورته کول نه دي مشروع، مگر د استسقاء (د باران غوښتنې) په وخت کې؛ خو د سبابه ګوتې (د شهادت ګوته) باندې اشاره کول مستحب دي: د عماره بن رويبه رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې هغه د بشر بن مروان لاسونه په منبر پورته وليدل، نو ويې ويل: "دا دواړه لاسونه دې الله ناخوښه -قبیح- کړي! ما رسول الله ﷺ ولید چې له دې (اشارې) نه يې ډېر څه نه کول، او د شهادت ګوتې ته ئې اشاره وکړه" ([160]). () مسلم: 874 روایت کړی.
۱۰- هغه څوک چې خطبه وايي، هغه دې لمونځ هم وکړي؛ ځکه چې نبې ﷺ او د هغه څخه وروسته خلفاء راشدينو به دا دواړه دندې په خپله ترسره کولې؛ خو که د عذر له امله يوه خطبه ووايي او بل لمونځ وکړي، نو جواز لري ([161]). () المغني لابن قدامة: 2/ 228.
شپږمه مسئله: د جمعې خطبې ژباړل:
هغه هېوادونکو کې چې اوسېدونکي يې په عربي ژبه نه پوهېږي، یا ډېری خلک يې په عربي نه پوهېږي، نو د خطيب لپاره جواز لري چې په خپله محلي ژبه خطبه ووایي، تر څو د خطبې مطلب تحقق ومومي او هغه پوهه او وعظ چې په خطبه کې دی له هغې څخه ګټه پورته کړي، ځکه چې د رسول الله ﷺ څخه هېڅ ثابت نه دي چې د جمعې خطبه بايد په عربي ژبه وي، نبي کريم ﷺ به په عربي ژبه خطبه کوله؛ ځکه چې دا د هغه او د هغه د قوم ژبه وه.
غوره داده چې خطيب لومړی په عربي ژبه خطبه ووايي، بیا یې په خپله محلي ژبه وژباړي، تر څو د نبي کریم ﷺ په طريقه عمل وشي، او په دې مسئله کې د اختلاف څخه هم ځان وژغوري.
په ژباړه کې بايد د اورېدونکو مصلحت په پام کې ونيول شي، که چېرې د خطبې د هرې برخې وروسته ژباړل ګټور وي، نو همداسې دې وشي، یا کېدای شي چې ټوله خطبه په عربي پای ته ورسېږي، بیا په محلي ژبه وژباړل شي او بیا لمونځ ترسره شي.
همدارنګه، د خطبې ژباړه په هم مهاله ډول هم جواز لري. او دا ژباړه د راډیو یا بل ډول خپرونو له لارې خپرې شي، او هغه خلک چې په عربي نه پوهېږي، د ګوشکیو په مرسته يې اورېدلی شي. دا کار د لغو (بیکاره خبرو) کې نه راځي، نه د ژباړونکي لپاره او نه د اورېدونکي لپاره، ځکه چې په دې کې د خلکو ګټه او د خطبې مقصد پوره کېږي.
اوومه مسئله: د خطيب ځانګړتیاوې:
د جومات امام د جومات ستنه او قوت دی، د هغه له لارې، جومات د اسلام د دعوت خپرولو، په ټولنه کې د پوهاوي لوړولو او د دیني د مسلو په اړه د خلکو اذهان روښانولو سره خپل ماموریت ترسره کوي. که چیرې امام پوه، هوښیار، بصیرت لرونکی او د خلکو د دودونو او شرایطو سره بلد وي، نو د هغه اغیزه به د جومات په جماعت او د هغه ګاونډ په اوسېدونکو باندې چې جومات پکې موقعیت لري ښه او ګټور وي، دوی ته به یې زده کړه، لارښوونه او د ټولو ښو او نیکو شیانو په لور لارښوونه وکړي.
او په دې ترتیب سره تېر امامان و چې د امامت شرایط یې پوره کړي وو، په اسلامي تاريخ کې لومړی امام نبى کریم ﷺ و، بیا يې خلفاې راشدين، وروسته يې امرا، قومندانان، علماء او نامتو شخصيتونو د امامت دنده ترسره کړې، دا ښيي چې د دې دندې لپاره بايد دين، اخلاق، علم او ښه چلند لوړ مقام ولري.
دلته څرګندېږي چې د امامت دنده د خلکو په ژوند کې څومره مهمه ده؛ ځکه د امام قوت په هغه ټولنه کې ښکاري او د هغه ضعف هم په همدې ټولنه باندې څرګندېږي. جومات هغه ځای دی چې ټولنې ته دا ور ښيي چې قول او عمل سره تړلي دي، که امام د علم، عقل، او اخلاقو په لحاظ کمزوری وی او ناوړه چلند ولري، نو هغه به ګټه نه رسوي، بلکې زیان به رسوي، که د امام دنده د لمونځ کوونکو د نیکۍ، پرهېزګارۍ، او صلاح لورې ته توجیه کول وي، نو ناپوه امام به دا لويه دنده هېڅکله په سمه توګه ترسره نه کړی شي.
ښايي خطيب د پوهې او شخصي وړتیا له مخې د دې دندې شرطونه پوره کړي، مګر هغه ممکن په نورو دندو بوخت وي چې د هغه د فعالیت په کچې باندې اغیزه کوي.
ښايي هغه (خطيب) د وخت د لږوالي له امله د حالاتو سره سمه خطبه چمتو نکړی شي، نو په داسې حال کې خلکو ته راځي چې، د ابن قيم الجوزي رحمه الله تعالى د وينا له مخې، هغه داسې خطبه وايي چې په زړونو کې نه د الله تعالی ایمان، نه د هغه وحدانیت، نه د هغه په خاصو صفتونو پوهه، نه د هغه د ورځو (لطفونو) یادول، او نه هم د هغه د ملاقات لپاره په زړونو کې مینه او شوق راوپاروي([162]). () زاد المعاد في هدي خير العباد: 1/ 409.
ځینې وختونه هغه د هوس، ناپوهۍ، شخړو، یا ناوړه تندويي تر اغیز لاندې راځي او له موضوعي او روزنیز لارښوونې، حکمت سره تبلیغ، او ښې نصیحت څخه بهر کېږي.
جومات په دین کې خورا لوی تاثیر لري؛ ځکه هغه د هدایت یوه وړانګه ده چې بنده په کې خپل رب سره نږدې کېږي، ایمان یې قوي کېږي، او له خپلو وروڼو سره یوځای کېږي ترڅو ټول د نیکۍ په خپرولو او د بدۍ سره په مبارزه کې همکاري وکړي. جومات به دا دنده هېڅکله په سمه توګه ترسره نه شي کړی، تر څو چې الله په هغه کې یو امام وګماري چې د دې لویې دندې لپاره ضروري علمي او اخلاقي وړتیاوې ولري، او د دې عظیم مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي.
هغه مهمې علمي ځانګړتیاوې چې یو خطیب یې باید ولري:
۱- عمل یوازې د الله تعالى لپاره ترسره کول؛ ترڅو د الله تعالی او د خلکو په نیز تایید، منصور، مقبول او محبوب شي.
۲- د ریا او فخر کولو څخه ډډه کول: ځکه چې چارې په مقاصدو او اعمال د نیت پر اساس دي، هر چاته به هغه څه ورسېږي چې نیت یې کړی وي، او څوک چې ځان په هغه څه سینګار کړي چې نه یې لري، الله به یې رسوا کړي.
۳. باېد د قرآن کریم حافظ وي، یا یې یوه برخه حفظ کړی وي، او په منظم ډول د خپل حفظ مراجعه کوو، او هره ورځ د قرآن کریم د تلاوت برنامه ولري.
۴. یو شمېر احادیث باید حفظ کړي، د "رياض الصالحين"، "الأربعين النووية"، "بلوغ المرام"، یا د نورو معتبرو حدیثو له کتابونو څخه.
۵. باېد د سلف صالحینو په څېر صحیحه عقیده زده کړي.
۶. باېد د دیني احکامو فقه زده کړي، په ځانګړې توګه د عبادت فقه، چې تر ټولو مهمه یې د پاکوالي، لمانځه، زکات او روژې پورې اړه لري، همدارنګه د معاملاتو فقه زده کړي، ترڅو د ګټې او لګښت ضوابط وپېژني، او خلک د دوکې، فريب، او ناحق د خلکو د مالونو اخستنې څخه ووېروي، همدا راز د اسراف، تبذیر، بخل، او تنګۍ څخه یې وګواښي، ترڅو د دوی مالي چلند د کتاب او سنت په رڼا کې وي.
۷. عربي ژبه یې باېد په ښه توګه زده وي، ترڅو په هغه معانيو باندې پوه شي چې الله تعالیٰ خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) باندې نازل کړي دي، ځکه چې قرآن په عربي ژبه نازل شوی دی.
۸. د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سیرت، محمدي شمائل، او د سلف صالحینو ژوندلیکونه باېد ولولي؛ ځکه په هغو کې ښې بیلګې او ښې نمونې، ګټورې پوهې، او لوړ اسلامي فرهنګ شتون لري.
۹. د خپل هیواد د عالمانو او نورو مشهورو عالمانو سره چې د خپلې سالمې عقیدې، علم، او عقل په برخه کې پېژندل شوي وي باېد وپېژني، او په ټولو دیني مسئلو او د ټولنې د ستونزو په حل کې هغوی ته مراجعه وکړي.
۱۰. د اسلامي فرقو او د هغوی عقاید، فکري لورې او د هغوی موخې، او ویجاړونکي مذاهب او د هغوی اهداف وپېژني، ترڅو وکولای شي په دې اړه د الله تعالیٰ د کتاب، د رسول (صلی الله علیه وسلم) د سنت، او د محققینو علماءو لخوا د لیکل شوي کتابونو په رڼا کې بحث وکړي، او د هغوی دروغجن تورونه رد کړي، او د هغوی د باطلو عقایدو څخه خبرداری ورکړي.
۱۱- باېد د مسلمانانو د واقعي حالاتو، د هغوی د کمزورتیا او د دښمنانو د واکمنۍ په اړه پوهه ولري، او پوهېږي چې دا ټول د هغوی د الله تعالی د سمې او مستقیمې لارې څخه د لرې کېدو، د ایمان د کمزورتیا او شرعي احکامو ته د نه تسلیمېدو له امله دي، نو د هغوی په هغه روزنه کې چې دیني او دنیوي ګټې پکې وي هڅه وکړي.
۱۲. د مختلفو رسنیو سره بلدتیا، د هغوی مثبت او منفي اړخونه باېد وپیژني، او دا چې څنګه کولای شي په دیني تبلیغ کې له هغوی څخه گټه واخلي، او د خپل ځان او ټولنې لپاره د رسنیو له خطرونو څخه خبردار کړي.
که چېرې دا ځانګړتیاوې د جومات په خطیب کې شتون ولري، نو دا به ان شاء الله استقامت او توازن رامینځته کړي.
او مهمې اخلاقي ځانګړتیاوې:
۱. خطیب ته اړینه ده چې د جومات د جماعت او د هغې سیمې د اوسېدونکو او نورو لپاره یو دعوتګر او ښوونکی وي، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه لپاره باید یوه نمونه وي؛ ځکه هغه د امت، واکمنانو او زعماوو لپاره نېکه او صالحه بېلګه ده، الله تعالیٰ فرمایي: (یقینًا یقینًا ستاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي). [الأحزاب: 21].
هغه باید ځان او خپل جومات ته راتلونکي خلک له دنیاوي بحثونو او سیاست څخه لرې وساتي، او جومات یوازې تر علم او عبادت پورې محدود کړي.
۲. هغه باید پاک او منظم وي، او د جومات په پاکوالي، او د جومات د وسایلو ترتیب او ساتنې ته پام وکړي، هغه باید په دې برخه کې له اسراف څخه ډډه وکړي، او د جومات له سينګار څخه ډډه وکړي.
۳- د ښو اخلاقو او سلیقې خاوند وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړي، ږیره اوږده کړي او بریتونه لنډ کړي، په داسې حال کې چې خپلې جامې ښکته نه کړي، هغه باید خپل وقار او ارامتیا هم وساتي، او د هغو نیکانو رحمهم الله مثال تعقیب کړي چې مخکې تير شوي.
۴. نرم خوی، زغم لرونکی، او مهربان وي؛ ځکه نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کېږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي؛ د عائشې (رضي الله عنها) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: "مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کېږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي». ([163]). () مسلم: 2594 روایت کړی.
که د جومات د تلونکو څخه یو څوک تېروتنه وکړي، نو خطیب باید هغه ته سزا ورنه کړي، بلکې په نرمۍ سره دې ورته نصیحت وکړي؛ او په ښه طریقه دې پوه کړي؛ د معاویه بن الحکم السلمي، رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: پداسې حال کې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ کاوه، د خلکو څخه یو سړي پرنجی وکړ، نو ما وویل: " یرحمک الله" خلکو ماته وکتل، نو ما وویل: "زما مور دې زما په غم کښیني! تاسو ولي ما ته داسې ګورئ؟" دوی په خپلو لاسونو سره خپل ورنونه ووهل، او کله چې ما ولیدل چې دوی هڅه کوي ما چوپ کړي، زه غلی شوم. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ پای ته ورساوه، زما پلار او مور دې له هغه څخه قربان شي، ما هېڅکله له هغه څخه مخکې او وروسته له هغه څخه غوره ښوونکی نه دی لیدلی، په الله قسم، هغه پر ما قهر نه شو، نه یې ملامت کړم، نه یې ووهلم، او نه یې ماته ښکنځلې وکړې، او ویې فرمایل: «پدې لمونځ کې د خلکو خبرې ځای نه لري، بلکې یوازې تسبیح (سبحان الله)، تکبیر (الله اکبر)، او د قرآن تلاوت دی» ([164]). () مسلم: 537 روایت کړی.
۵- هغه باید نرم خوی او مهربان وي؛ ترڅو خلک د هغه شاوخوا راټول شي او د هغه له مهربانۍ، مرستې او پوهې څخه ګټه پورته کړي، هغه باید د دوی په ستونزو او اړتیاوو کې ورسره ودریږي، او د جومات د پیغام په اړه باید له دوی سره مشوره وکړي.
او رسول الله ﷺ په دې ټولو برخو کې تر ټولو لوړ مقام درلود، لکه څرنګه چې الله تعالیٰ د هغه په اړه فرمايي: (نو -يواځې- د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران: 159].
۶- د جومات امام بايد صبر او يقين ولري، او په خبرو کې رښتینی وي، ترڅو په خپل جومات او د جماعت په منځ کې د لمونځونو د امامت کولو ویاړ ترلاسه کړي، صبر او یقین بنده په دین کې د مشرۍ درجې ته رسوي، الله تعالی فرمایي: (او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه). [السجدة: 24].
۷- هغه باید په خپلو خبرو کې صادق وي، که د جمعې په خطبه کې وي، که په دیني درس او موعظه کې وی، یا له خلکو سره په خبرو کې وي؛ ترڅو د صادقانو، هدایت منونکو او بریاليو کسانو څخه وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي دي چې هغه فرمایلي دي: «رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښوونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښوونه کوي، او یو سړی همېشه رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي تر دې چې د الله پر وړاندې ریښتینی ولیکل شي. او له درواغو ځان وساتئ، ځکه چې درواغ مو بې لاریتوب ته بولي، او بې لاریتوب دوزخ ته بلنه ورکوي او یو انسان همېشه درواغ وایې او د درواغو پسې ګرځي تر دې چې د الله تعالی پر وړاندې درواغجن ولیکل شي». ([165]). () بخاري: 6094، او مسلم: 2607 روایت کړي دي، د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د حدیث څخه.
دروغ ویل شر او مصیبت دی، او تر ټولو لوی دروغ د الله تعالی په اړه دروغ ویل او د هغه په اړه بې له پوهې خبرې کول دي، الله تعالی فرمايي: (ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [الأعراف: 33].
دې عظیم آیت کریمه تر ټولو لوی ګناهونه راغونډ کړي، چې له ټیټو څخه یې پیل کړي او لوړو باندې پای ته رسولي، په دې کې تر ټولو خطرناکه د الله تعالي په نومونو، صفتونو او شرعي احکامو کې پرته له علمه خبرې کول دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه دروغ ویل یو له لویو دروغو او تر ټولو بدو ګناهونو څخه دی، دا یو له هغو لویو ګناهونو څخه دی چې دروغ ویونکي ته یې د دوزخ ګواښ شوی دی؛ د مغیره بن شعبه رضی الله عنه په روایت کې وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: "زما په اړه دروغ ویل د بل چا په اړه د دروغ ویلو په څیر ندي. څوک چې په قصدي ډول زما په اړه دروغ ووایی، هغه دې په دوزخ کې خپل ځای ونیسي" ([166]). () بخاري: 1291، او مسلم: 4 روایت کړی دی.
امام باید له دروغو څخه پرهیز وکړي، حتی که د نېکۍ هڅولو یا د بدۍ څخه وېرولو لپاره هم وي، لکه څنګه چې ځینې واعظان کوي، ځکه دا یو ناوړه چلند دی چې هېڅ ګټه او هدایت پکې نشته، ددې ویونکی به ګناهګار وي، نه اجر اخیستونکی.
۸- هغه باید د پیغام او خبرو په رسولو کې امین وي، د هر خبر صحت وڅيړي، د شایعاتو په منلو کې بیړه ونه کړي، او یوازې د معتبرو سرچینو خبرې ومني، الله تعالي مونږ ته په دې اړه امر کړی دی چې فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبرئ سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ) [الحجرات: 6].
۹- د خلکو په ستر او د هغوی د رازونو په ساتلو کې باید ډېر محتاط وي، څوک چې د یو مسلمان ستر او پرده وکړي، الله به یې په دنیا او آخرت کې ستر او پرده وکړي، څوک چې د مسلمانانو عیبونه تعقیبوي، الله به یې عیبونه تعقیب کړي تر څو هغه رسوا کړي، حتی که په خپل کور کې وي؛ د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د یو مسلمان پرده وکړي، الله به یې په قیامت کې پرده ستر وکړي" ([167]). ابو برزه الاسلمي رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «اې هغه کسانو چې په ژبه یې ایمان راوړی خو زړونو ته یې ایمان نه دی داخل شوی! د مسلمانانو غیبت مه کوئ، او د هغوی عیبونه مه څېړئ؛ ځکه څوک چې د هغوی عیبونه څیړي، الله تعالی به یې عیبونه وڅېړي، او الله تعالی چې د چا عیبونه وڅېړي په کور کې یې رسوا کوي» ([168]). () بخاري: 2442، او مسلم: 2580 روایت کړی دی. () ابو داود: 4880 روایت کړی.
اتمه مسئله: د خطبې او خطیب آداب:
۱- د جمعې خطبه باید د شخص، ګوند، مؤسسوي یا بل څه د تبلیغاتو د وسیلې په توګه ونه کارول شي، دا باید یوازې د الله تعالیٰ لپاره او د هغه د دین د تبلیغ، د هغه د کلمې د لوړولو لپاره وي، الله تعالی فرمايي: (او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هېڅوک مه بلئ). [الجن: 18].
۲- خطيب بايد د خطبې اوږدوالی په اندازه وساتي، نه دومره اوږده چې اورېدونکي ستړي کړي او نه دومره لنډه چې موضوع نا مکمله پریښودل شي.
۳- خطیب باید د خطبې په وخت کې د اورېدونکو فکر او استعداد په پام کې ونیسي، هغه باید د عامو خلکو سره د دوی د پوهې کچې سره سم خپلې څرګندونې وکاروي، د هغو ژبني اصطلاحاتو څخه ډډه وکړي چې د دوی د پوهې څخه لرې وي، او منځنۍ طبقې سره اعتدال او منطقي بیان، او د ځانګړي طبقې سره دقت او ادبي بیان ولري، هغه باید د ټولو طبقو سره په هوښیارۍ سره تعامل وکړي، او هر څېز په خپلو مناسبو ځایونو کې کېږدي، او په هر حالت کې، په خپله وینا کې د هر ډول بې ځایه ځلاګرۍ او زینت څخه ډډه وکړي.
۴- د هغو اختلافي موضوعاتو څخه ډډه کول چې دښمني او کرکه راپاروي؛ د خطيب اصلي دنده د خلکو روزنه، د زړونو یووالی پر حق باندې او د شخړو د لیرې کولو لپاره هڅه کول دي.
۵- له تصنعي سجع او ژورو اصطلاحاتو څخه پرهیز وکړي، بلکې د هغه اصلي موخه دا ده چې ګټورې معنی په روښانه او لنډو عبارتونو کې بیان کړي.
۶- د مشهورو خطباوو بې ځایه او جبري تقليد او د هغوی د شخصیتونو ښکاره کولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا د اورېدونکو په زړونو کې ناخوښي رامینځته کوي. ([169]). () وګورئ: أسلوب خطبة الجمعة لعبد الله بن ضيف الله الرحيلي: مخ: 12، 20، 22، او خمسون وصية ووصية لتكون خطيبًا ناجحًا لأمير بن محمد المدري: مخ: 33، 73، 87.
مسئله نهمه: د جمعې د خطبې موخې او هدفونه:
د جمعې خطبه بايد په لاندې موخو او هدفونو تمرکز ولري:
۱- د توحید اصول، د هغه اهمیت او فضیلت بیانول، او د شرک له ټولو ډولونو، بڼو او وسایلو څخه خبرداری ورکول.
۲- د الله تعالیٰ، د هغه د حساب او آخرت کې د اجر، او هغه رباني معاني چې زړونه ژوندي کوي، او نیکۍ ته بلنه ورکول، او همداراز امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول.
۳- مسلمانانو ته د الله تعالی د کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو څخه د دوی د دین د حقایقو په اړه روزنه ورکول، په داسې حال کې چې د افراطیت او سستۍ څخه د اخلاقو او ادابو ساتلو ته پاملرنه وکړي.
۴- د اسلام په اړه د ناسمو فکرونه سمول، او هغه شکونه او باطلې څرګندونې چې د اسلام دښمنان یې د خلکو د ذهنونو د ګډوډۍ لپاره راپورته کوي، په حکیمانه او قانع کوونکي اسلوب سره ردول، پرته له شخړو او سپکاويو څخه.
۵- د ویجاړونکو او ګمراه کوونکو افکارو سره مقابله کول، ترڅو صحیح اسلام وړاندې کړي، ځکه چې د امت لپاره اصیل منهج دی چې الله تعالیٰ د دې امت او د ځان لپاره د دین په توګه غوره کړی دی، او د هغه ځانګړتياوې لکه: جامعیت، توازن، ژوروالی او مثبتیت روښانه کول.
۶- خطبې ته د ژوند او هغه واقعیت سره تړاو ورکول چې خلک پکې ژوند کوي، د ټولنې د ناروغیو په درملنه او د هغې د ستونزو د حل لارو په چمتو کولو تمرکز کول، چې له خالص اسلامي شریعت څخه اخیستل شوي دي، په ورته وخت کې د ایمان او د هغې د اصلاح، د اسلام او ایمان ستنو، د ښځو او مسلمانې کورنۍ چارو او نورو هغو موضوعاتو ته پاملرنه کول چې خلک ورته سخته اړتیا لري.
۷- کلني مناسبتونو ته باید ځانګړی پاملرنه وشي لکه رمضان، حج او همداسې نور چې د اورېدونکو ذهنونه ځانته اړوي، او اورېدونکي د هغې په اړه د روښانتيا لپاره لیواله کوي، په خطبه کې باید شامل شي.
۸- د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ معنا ټينګول، او د قوم پالنې، مذهب پالنې، او سيمه اييزو تعصباتو او نورو تفرقې اچوونکو چلندونو سره مقاومت کول.
لسمه مسئله: د خطبې چمتو کولو طريقه:
خطيب بايد د خپلې خطبې په چمتو کولو کې ښه پاملرنه وکړي او لاندې څیزونه په پام کې ولري:
خطبه معمولاً د دريو برخو څخه جوړه وي: مقدمه، موضوع، او پايله. دا عناصر ليکلو او ويلو کې باید څرګند نه شي، بلکې يو له بل سره باید تړلي او تسلسل ولري، د دوی ترمنځ د منطقي تسلسل د خطيب د توان، ډېر علم، او تجربې په اساس دی، چې د خطبې برخې يې تنظیموي او جوړښت ته یې استحکام ورکوي.
دا منظم والی او محکم جوړښت معناوې روښانه او مقصدونه څرګندوي، او ويناګر ته د خپلو اورېدونکو د ښه غور کولو او د مجلس ګډونوالو د پوره پاملرنې تضمين کوي.
مقدمه: خطيب بايد په خپله مقدمه او پيل کې ښه پاملرنه وکړي، د پرانیستلو داسې جملې وکاروي چې اورېدونکي ته د خطبې هدف په ګوته کړي، کوم چې پام ځانته را اړوي او اورېدونکي چمتو کوي، دا کېداشي د قرآن کریم د آیتونو له لارې ترسره شي چې خبرداری ورکوي یا هڅونه کوي، یا د ځینو نبوي بلیغو حکمتونو له لارې وي، او پرانیستنه هغه لومړی شی دی چې خطیب يې خپلو اورېدونکو ته وړاندې کوي، که خطیب وتوانېږي چې دوی د ښې مقدمې سره حیران کړي، دوی به وکولی شي د خطبې پاتې برخه په لیوالتیا او انرژۍ سره واوري.
همدارنګه، په مقدمه کې بايد د خطیب مقصد څرګند شي، په داسې حال کې چې دا معلومه ده چې د جمعې خطبه د الله تعالی په حمد، ستاينې، شهادتينو او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په درود سره پيلېږي، نو په دې الفاظو کې بايد داسې ښه انتخاب شوي وي چې د خطبې موضوع او مقصد په کې څرګند شي.
موضوع: دا د خطبې اصلي مقصد دی، کيدای شي په خطبه کې په څرګند ډول وويل شي، لکه: "زه غواړم تاسو ته د ....... موضوع په اړه وینا وکړم" که چېرې دا د هغو مسائلو څخه وي چې ټولنه ورباندې بحثونه کوي او دې ته ځوابونه لټوي.
خو کيدای شي څرګندول يې سم نه وي، ځکه چې شايد حساسه موضوع وي او د خلکو د تقسیم سبب وګرځوي، په دې حالت کې، خطيب بايد په تدريجي او غير مستقيم ډول موضوع ته ننوځي، ترڅو اورېدونکي په منطقي تسلسل سره د هغه مقصد ته ورسوي، په معتدل او متوازن ډول، د خلکو د تقسیم کېدو او پارولو څخه باید ډډه وشي، په دې ډول، خطيب کولای شي هغه مقصد ترلاسه کړي کوم چې د هغو نفسونو چمتو کول دي چې دې ډول موضوګانو څخه مخ اړوونکي وي، او یا خلک ورسره بلد نه وي.
د خطبې موضوع معمولاً د دوو اساسي رکنونو پر بنسټ وي: وضاحت او دليل.
وضاحت: په دې برخه کې د موضوع تعريف، صفتونه، خاصيتونه او ځانګړتیاوې بيانېږي.
دليل: معمولا هره موضوع دلیل ته اړتيا لري چې د کتاب او سنت، د سلفو اقوالو، او تاريخي واقیعو په استناد تائيد کړی شي، په دې برخه کې د هغو مشهورو امامانو، حکيمانو او صالحانو اقوال نقلول ګټور دي، چې په تقوی، زهد، شجاعت او ورع سره پېژندل شوي وي، لکه څرنګه چې د مقام او مقال تقاضا وي.
د خطبې پايله: کله چې خطيب د خپلې موضوع څخه فارغ شي، غوره ده چې په يوه مناسبه پايله یې پای ته ورسوي، چې دې کې خپله موضوع په مختلفو او لنډو عباراتو باندې خلاصه کړي، ځکه چې اوږدوالی په دې حالت کې د ستړیا (خستګۍ) او ذهني تشتت لامل ګرځي.
پايله بايد د نويو افکارو او دليلونو څخه خالي وي؛ ځکه چې په دې حالت کې دا نو پايله نه ده، بلکې د خطبې برخه او دوام دی.
پايله بايد په تاثير او څرګندونې کې قوي وي، ځکه چې دا هغه وروستۍ خبرې دي چې اورېدونکي يې اوري او په ذهن کې يې پاتې کېږي، که چېرې ضعيفه وي او بې خونده وويل شي، د خطبې ګټه به له منځه لاړه شي.
پايله کيدای شي د قرآن کریم هغه آيتونه وي چې مخکې نه دي ذکر شوي، او موضوع په ترغيب، ترهيب، دليل یا اثبات سره راوسپړي، يا کېدای شي نبوي حديث وي، چې د قرآن په څېر ګټور تمام شي. او يا کيدای شي د خطبې عناصر په بېل او قوي تاثير لرونکي ډول بيا بيان کړی شي.
دوه نور مسائل هم شته چې خطيب بايد ورته پام وکړي، او هغه: د موضوع يووالی، نوښت او بدلون دي.
د موضوع يووالی: بايد يوازې يو موضوع باندې بسنه وشي، چې ټولې برخې يې په بشپړه توګه وسپړل شي، او کلیمې اصلاح شي او معالجه يې ژوره وي؛ دا ځکه چې د موضوعاتو پېچلتیا او په یو ځای کې د مسلو ګڼوالی ذهن ګډوډوي، او ځينې يې نور له ذهن څخه وباسي، چې په پای کې اوږدوالي او ستړتيا ته رسيږي، او د سطحي معالجې او بې رنګه انځور لامل ګرځي.
نوښت او بدلون: پدې مانا چې د خطيب خطبه باېد په تکراري موضوعاتو نه وي، بلکې موضوعات بدل کړي، ترڅو د شريعت ټولې برخې راونغاړي، لکه توحيد، عبادات، معاملات، اخلاق او داسې نور.
همدارنګه، خطیب بايد په خپله خطبه کې په يو ډول بیان باندې تکيه ونه کړي، بلکې ځينې وختونه پوښتنې وکړي، ځينې وختونه تاييد کړي، بېلګې راوړي، حکمتونه او اسرارو ته اشاره وکړي، سربېره پر دې، بايد د ټولنې حالات، د خلکو اړتياوې، او هغوی ته ارشاد او لارښوونه وکړي، ترڅو د دې بدلونونو اغېزې په سمه توګه اداره کړي. () وګورئ: منهج في إعداد خطبة الجمعة للدكتور صالح بن عبد الله بن حميد: مخ 22 او د دې وروسته.
څلورم مبحث: د جوماتونو احکام
لومړی مطلب: د جومات تعریف
جومات په اصطلاح کې: هغه ځای دی چې په کې پنځه وخته فرض لمونځونه، د جمعې او نور لمونځونه ادا کېږي، او په کې اذان ویل کېږي، او له دې امله "مسجد" نومول شوی دی، ځکه چې د الله تعالیٰ لپاره پکی سجدې کېږي.
د جومات -مسجد- او مصلی ترمنځ توپیر:
جومات -مسجد- هغه ځای دی چې د فرض لمونځونو لپاره په دايمي ډول وقف شوی دی، او مصلی هغه ځای دی چې د موقت -کله نا کله- لمونځونو لپاره کارول کېږي، لکه د ښوونځیو، مؤسسو، شرکتونو او سفر په لارو او داسې نور، او د پنځه وخته لمونځونو لپاره وقف نه وي، او د جومات تحيه (تحية المسجد) هم په کې سنت نه دي، بلکې دا سنت یوازې په جومات کې ترسره کېږي.
دویم مطلب: د جومات جوړول او د هغې فضیلت:
جوماتونه د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره او عزتمن ځایونه دي، په هغو کې د عبادتونو غوره بڼه ترسره کېږي، چې هغه لمونځ دی، الله تعالی فرمايي: (په هغو كورونو (جوماتونو) كې چې الله حكم كړى دى چې پورته دې كړل شي او په دغو كې دې د ده نوم یاد شي او په دغو (جوماتونو) كې د هغه پاكي بیانوي، د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې* (داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي}. [النور: 36- 37].
الله تعالى جوماتونه خپل ذات ته د تعظيم او اكرام لمخې منسوب كړي دي، الله تعالی فرمايي: {او له هغه چانه به غټ ظالم څوک وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي}. [البقرة: 114]، الله سبحانه و تعالی فرمایي: {او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هېڅوک مه بلئ}. [الجن: 18].
له همدې امله، شریعت د جوماتونو د جوړولو، او حسي او معنوي ابادولو باندې هڅونه کړېده، د هغو له جملې څخه دا ده چې الله تعالی فرمايي: {د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي}. [التوبة: 18].
د عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی، وايي: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "څوک چې د الله د رضایت لپاره یو جومات جوړ کړي، الله به د هغه لپاره په جنت کې د همداسې یو کور جوړ کړي" ([171]). () بخاري: 450، او مسلم: 533 روایت کړی دی.
د جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: "څوک چې د الله لپاره د کوترې د ځالې په اندازه او یا د هغې څخه هم کوچنی جومات جوړ کړي، الله به د هغه لپاره په جنت کې یو کور جوړ کړي" ([172]). () ابن ماجه: 738 روایت کړی، البوصيري په «الزوائد» (1/ 94) کې وایي چې: ددې إسناد صحيح دی.
او د هغه ﷺ قول: «ولو كمفحص قطاة» په معنی دی چې: هغه ځای چې مرغۍ (کوتره) د خپلو هګيو لپاره جوړوي، دا تشبیه د جومات د کوچنیتوب په بیان کې د مبالغې لپاره کارول شوې ده ترڅو هېڅوک خپل جوړ شوی جومات که څه هم ډېر کوچنی وي، بې ارزښته ونه ګڼي.
په دې کې هغه څوک هم شاملېږي چې د جومات په جوړولو کې یې برخه اخيستې وي، که د خټې او يا خښتې په ایښودلو سره هم وي، یا په خپلو لاسونو سره یې ونډه اخیستی وي، یا د کارګرانو مزدوري ئې ورکړې وي، او داسې نور هغه کارونه چې یو کس ته منسوبېږي چې د جومات په جوړولو کې یې مالي او یا ځاني مرسته کړې ده، ترڅو د دې عمل په ترسره کولو سره اجر او ثواب ترلاسه کړي، هغه دا چې الله تعالی به ورته په جنت کې د دې جومات په څېر یا له هغه څخه هم غوره کور جوړ کړي؛ په داسې حال کې چې د جنت کور د دنيوي کورونو سره هېڅ نه پرتله کېږي، او ددې دواړو کورونو تر منځ هېڅ کوم نسبت او همغږي نشته، دا هغه څه دي چې هغه څوک چې الله تعالی ورته پراخه رزق ورکړی وي، هغه په خیر او نیکو کارونو کې ګړندی اوسي، او په دې ژوند کې د فرصت څخه د ګټې اخیستلو لپاره هڅوي، تر څو خپل آخرت لپاره هغه څه وړاندې کړي چې د هغه ثواب به د خپل رب په دربار کې څو چنده زیات وي"([173]). () وګورئ: «فصول ومسائل تتعلق بالمساجد» د شيخ ابن جبرين رحمه الله لیکنه (مخ: 14).
دریم مطلب: د جوماتونو آبادول او د هغو فضیلت:
د جوماتونو آبادول په عمومي معنی کې د دوه ډوله آبادولو – مادي او معنوي – ته شاملېږي، په دې کې د جوماتونو ودانول او ترمیمول، روښانول، فرشول، خدمت او پاکول شامل دي، همدارنګه په هغو کې د الله تعالی عبادت کول، امامان او موذنان ټاکل، د ذکر حلقې پرانیستل – لکه د قرآن، فقه، تفسیر، حدیث او نورو ګټورو علومو تدریس – او د جومات کارکوونکو لپاره معاش برابرول، او همدارنګه د جومات د مصلحت لپاره وقف کول، لکه د امام، موذن، معلم او طالب العلم لپاره د اوسېدو ځایونه جوړول، د اودس ځایونو برابرول، او نور هغه اقدامات چې د جومات د مصلحت په خاطر وي، د جومات آبادولو ته شاملېږي.
الله تعالی فرمایلي: (د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي). [التوبة: 18].
دې مبارک آیت د هغو کسانو ایمان ثابت کړی چې جوماتونه جوړوي په هغو کې لمونځ کوي، پاکوي یې، او خراب شوي څیزونه یې ترمیموي ([174]). () وګورئ: «المشروع والممنوع في المسجد» لمحمد العرفج (مخ: 9).
څلورم مطلب: د جوماتونو پاکول او د ناپاکیو څخه یې ساتنه:
جوماتونه د عبادت او د الله تعالی د تقرب لپاره ځایونه دي، له همدې امله ئې پاک ساتل او د نجاستونو، کثافاتو او ناپاکو شیانو څخه د محافظت حکم شوی دی، تر څو پاکوالی، ښکلا او جمال یې وساتل شي.
شیخ ابن سعدي رحمه الله د الله تعالی ددې قول په تفسیر کې وايي: ﴿فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ﴾ {په هغو كورونو كې چې الله يې د اوچتولو او په هغو كې د هغه د نوم يادولو حكم كړى دى په هغو كې سهار او ماښام د هغه تسبيح وايي}. [النور: 36] ددې آیت په تفسیر کې وايي: ﴿أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ﴾ دا د جوماتونو مجموعي احکام دي چې لاندې موارد په کې شامل دي: جوړول، جارو کول، او د نجاستونو او د اذیت رسوونکو شیانو څخه پاکول، د لېونیانو او هغو ماشومانو څخه چې نجاستونو ته پام نکوي او همدارنګه د کافرانو، او د بې ځایه خبرو، او د الله د ذکر پرته د غږونو له لوړولو څخه وساتل شي"([175]). () «تفسير السعدي» (مخ: 569).
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې یوې تورې ښځې به جومات جارو کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم څو ورځې و نه لیده، نو د هغې په اړه یې پوښتنه وکړه، هغوی وویل: هغه مړه شوې ده، هغه وفرمایل: "زه مو ولې خبر نه کړم"، هغه وویل: ښکاري چې دوی د هغې (مرګ) کار کوچنی ګڼلي و، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ما ته د هغې قبر وښایاست"، نو د هغې قبر یې ورته وښود، بیا یې ورباندې د جنازې لمونځ ورکړ، بیا یې وفرمایل: "دا قبرونه د دوی د اوسیدونکو لپاره له تیارو ډک دي، او الله تعالی زما د لمونځ له امله ددوی قبرونه رڼا کوي" ([176]). () بخاري: 460، او مسلم: 956 روایت کړی دی.
د انس رضی الله عنه څخه روایت دی وايي چې: یو ځل موږ په جومات کې د رسول الله ﷺ سره و، ناڅاپه یو بدوي راغی او په جومات کې یې میتیازې وکړې، صحابه رضی الله عنهم وویل: ودرېږه ودرېږه. خو رسول الله ﷺ وفرمایل: "هغه مه بندوئ، یعنې: د هغه میتیازې مه قطع کوئ، پرېږدئ چې میتیازې وکړي" نو هغه یې پریښوده تر څو میتیازو کولو څخه فارغ شو، بیا رسول الله ﷺ هغه راوغوښت او ورته یې وفرمایل: "دا جوماتونه د دې میتیازو او کثافاتو لپاره مناسب نه دي، بلکې د الله –عزوجل- د ذکر، لمونځ او د قرآن تلاوت لپاره دي" بیا یې یو سړي ته امر وکړ، هغه د اوبو یوه ډولچه راوړه او میتیازو باندې یې واړوله. ([177]). () بخاري: 219 په مختصر ډول، او مسلم: 285 روایت کړی دی.
هېڅ شک نشته چې میتیازې او د هغې په څېر ناپاک شيان چې پاکوالي ته اړتیا لري، جوماتونه باید له هغو څخه پاک وساتل شي، نو جوماتونه، او فرشونه یې، او هغه څه چې جومات پورې اړه لري لکه انګړونه، چتونه، او همداسې نور ځایونه باید له ناپاکيو او نجاساتو څخه وساتل شي، او کله چې په دې ځایونو کې کومه ناپاکي پرېوځي، نو بايد پاک کړی شي.
همدارنګه، دا روایت هم شوی چې جوماتونه د ګړنګ، بلغم، لاړې، وینې، د زخم خیرې، او داسې نورو ناپاکیو څخه باید پاک کړی شي، انس بن مالک رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قبله کې بلغم ولید، دومره خواشینی شو چې په مخ یې ناخوښي ښکاره شوه، بیا پاڅېد او په خپل لاس باندې یې وګراوه او وېې فرمایل: "کله چې له تاسو څخه څوک د لمانځه لپاره ودرېږي، نو هغه له خپل رب سره خبرې کوي - یا یې رب د هغه او قبلې ترمنځ وي - نو له تاسو څخه دی هېڅوک باید د خپلې قبلې په لور لاړې توف نه کړي، بلکې خپل کیڼ اړخ ته یا د پښو لاندې دی ئې توف کړي"، بیا یې د خپل څادر یوه څنډه واخیسته او په هغې کې یې لاړې واچولې، بيا يې یو برخه بلې برخې سره یوځای کړ او یې وفرمايل: " او یا دې داسې وکړي" ([178]). () بخاري: 405، او مسلم: 551 روایت کړی دی.
داسې نور ډېر احادیث هم شته چې جومات کې د لاړو او بلغم اچولو څخه منع کوي، په ځينو کې د قبلې او ښي اړخ څخه د لاړو اچولو څخه منع شوی، کیڼ لوري یا د کیڼې پښې لاندې ته اجازه ورکړل شوې ده، په شرط ددې چې خپلې پښې سره وګرول شي، په دې کې هېڅ شک نشته چې لاړې او بلغم د طبیعت له پلوه کرکه ترې کېږي، نو له همدې امله رسول الله ﷺ کله چې د مسجد په قبله کې يې لاړې وليدلې، ډېر غوسه شو، تر دې چې مخ يې سور شو، او په چټکۍ سره يې وګراوه او بیا يې د خُلوق یا زعفران سره هغه ځای وموږه.
دا معلومه خبره ده چې که جومات له خټو جوړ وي، نو په اسانۍ سره ګرول کېږي، او که ځمکه خاورېنه وي، نو غورځول شوي شی دفن کېدی شي، او یا چټله خاوره یې ایستلی شي.
او څرنګه چې معلومه ده په دې زمانه کې جوماتونه تر ډېره حده کاشي او پاک فرش لرونکي دي، چې کثافات ورباندې اغیز کوي، او بلغم، لاړې، وینې، د زخم خیرې، او داسې نور پکې له ورايه ښکاري، د دې وجې نه د جومات په ځمکه، فرش، دیوالونو، او کاشیو باندې په مطلق ډول توف کول منع شوي دي، که چېرې څوک لاړې یا بلغم تو کول غواړي، نو بايد د جومات څخه دې ووځي، یا په دسمال کې دې لاړې وکړي او بيا دې ئې بهر وباسي، یا هم د خپل څادر په څنډه کې دې توف کړي او بيا دې یوه برخه بلې برخې باندې وموږي، لکه څنګه چې په حديث کې راغلي دي، تر څو جومات پاک او نظیف پاتې شي.
له عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې په قبیلو کې دې جوماتونه جوړ شي، او پاک او خوشبوناک دې وساتل شي. سفیان وایي: (بناء المساجد في الدور) څخه مطلب: په قبایلو کې د جوماتونو جوړل دي([179]). () ترمذي: 594 روایت کړی، او وګورئ: «فصول ومسائل تتعلق بالمساجد» (مخ: 27).
پنځم مطلب: د قبر پر سر د جومات جوړولو یا په جومات کې د قبر شاملولو حکم
د هېڅ چا په قبر جومات جوړول جائز نه دي، هغه که هر څوک وي؛ ځکه چې لدې څخه نهي شوې ده، شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وایي: "علماءو اتفاق کړی دی چې د چا په قبر باندې جومات جوړول ځای نلري؛ ځکه چې نبي ﷺ وفرمایل: «بېشکه ستاسو څخه مخکې راغلو خلکو به د مړو له قبرونو څخه جوماتونه جوړول، خبردار! تاسو د قبرونو څخه جوماتونه مه جوړوئ؛ او زه تاسو له دې کار څخه منع کوم»
او په جومات کې د مړي ښخول جواز نلري، که جومات د مړي د ښخولو دمخه جوړ شوی وي، نو باید تغیر ورکړ شي: یا دې قبر له ځمکې سره برابر شي، او که مړی نوی ښخ شوی وي نو باید راوه ويستل شي.
او که جومات د قبر نه وروسته جوړ شوی وي: یا باید جومات له منځه یوړل شي، یا د قبر بڼه باید لرې کړی شي، نو هغه جومات چې د قبر د پاسه وي، په هغه کې لمونځ نه کېږي، که د فرض لمونځ وي یا نفل؛ ځکه چې د دې څخه نهی شوې ده" ([180]). () «مجموع الفتاوى» (22/ 194).
د دې لپاره دلیلونه پرته له هغه چې شیخ الاسلام رحمه الله ذکر کړي: د عائشې او عبدالله بن عباس څخه روایت دی، چې دواړو وویل: کله چې رسول صلی الله علیه وسلم ته د مرګ نښې راڅرګندې شوې، نو هغه به خپل څادر (شړۍ) په خپل مخ باندې راکش کړ، او کله چې به یې د دې څخه د تکلیف احساس کاوه، نو هغه به یې له خپل مخ څخه لرې کوله، او په دې حالت کې به یې وویل: «د الله لعنت دې وي پر يهودو او نصاری و، دوی د خپلو انبياءو د قبرونو نه جوماتونه جوړ کړي» د هغوی د کړنو پر وړاندې ئې خبرداری ورکوو([181]). () بخاري: 435، او مسلم: 531 روایت کړی دی.
په دې توګه رسول الله ﷺ، چې د مرګ په شدیدو حالتونو (ځنکندن) کې و، څرګنده کړه چې الله عز وجل يهود او نصاری له دې امله لعنتي کړل چې هغوی د خپلو د انبیاءو د قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي و، همدا راز يې دا کار د مخکینیو کفارو د عادت په توګه یاد کړ، ترڅو خپل امت ته د دوی له تقلید څخه خبرداری ورکړي، او د الله سره د شریک نیولو او د هغه پرته د بل چا عبادت کولو دروازه وتړي.
ام المومنین عایشه رضی الله عنها روایت کوي چې ام حبیبه او ام سلمه رضي الله عنهما د حبشې په یوه کليسا کې انځورونه لیدلي وو، چې کله يې رسول الله ﷺ ته وويل، نو هغه وفرمايل: "کله چې د دوی په منځ کې یو نیک سړی مړ شي، نو دوی د هغه په قبر جومات جوړوي او د هغه انځورونه پکې انځوروي، نو بېشکه دغه خلک به د قیامت په ورځ د الله په وړاندې تر ټولو بد خلک وي" ([182]). () بخاري: 427، او مسلم: 528 روایت کړی دی.
او له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې هغې وویل: رسول صلی الله علیه وسلم د خپلې ناروغۍ په وخت کې چې له هغې څخه روغ نه شو، وفرمایل: «د الله تعالی لعنت دې وي پر يهودو او نصاراوو د خپلو نبيانو قبرونه يې جوماتونه وګرځول». که داسې نه وى نو د هغه قبر به څرګند و؛ خو هغه (ﷺ) وېرېده چې کېدای شي (خلک) یې جومات وګرځوي ([183]). () بخاري: 1390، او مسلم: 529 روایت کړی دی.
شپږم مطلب: د جوماتونو د سينګارولو حکم
جوماتونه باید سينګار نه شي او نه هم په دې کار سره ورباندې فخر (ویاړ) وشي، امام بخاري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روايت کړی چې وايي: "تاسو به یې خامخا داسې سينګار کړئ لکه څنګه چې يهوديانو او عيسايانو سينګار کړي و".
او د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چې وايي: "دوی به په هغو -جوماتونو- باندې فخر -ویاړ- کوي، بیا به يې نه ابادوي مګر لږ (محدود) خلک"
همدارنګه د عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې يې د مسجدونو د جوړولو حکم ورکړ او وېې ويل: "خلک له باران څخه وساتئ، خو خبردار چې سور یا ژېړ یې مه رنګوئ، ځکه چې خلک په فتنه کې اچول کېږي" ([184]). () دغه اثار بخاري په خپل صحيح کې ذکر کړي، او د جزم په صیغې سره یې ذکر کړي (1/ 96- 97).
په دې زمانه کې جوماتونه د فخر او ویاړ په موخې سره جوړېږي، او خلک د جوماتونو په سينګارولو او د ډېرو پيسو په لګولو کې اسراف کوي، علماو فتوا ورکړې ده چې کله کورونه پاخه جوړ شي نو جوماتونه هم باید پاخه جوړ شي، ترڅو جوماتونه د کورونو په پرتله بدرنګه او بې ارزښته نه وي، خو پرته له اسراف او سينګار، او ګڼ رنګونو باندې رنګول، او د ډول ډول نقاشي، کاشيانو، اوفرش په څېر غير ضروري شيانو کې بايد اسراف او مبالغه ونه شي، په داسې حال کې چې ځينې جوماتونه لږ ترميم ته اړتيا لري، نو بايد دا پيسې په دې جوماتونو کې مصرف شي.
د عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې مسجد نبوي د خامو خښتو، او چت یې د خرما د پاڼو څخه، او ستنې ئې د خرما د ونو څخه جوړې شوې وې، نو ابوبکر رضی الله عنه په هغه کې هېڅ څه زیات نه کړل، او عمر رضی الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بنسټ سره د خرما د پاڼو، او ستنې يې د لرګيو څخه بیا ترمیم او اعمار کړ، بیا عثمان رضی الله عنه هغه بدل کړ او ډېر څه یې ور زیات کړل، دیوالونه يې د نقاشيو شوي ډبرو او ګچو څخه جوړ کړل، او ستنې یې هم د نقاشي شوو ډبرو څخه جوړې کړې، او چت يې ورله د ساج لرګيو څخه جوړ کړ([185]). () بخاري: 446 روایت کړی.
علامه عبدالعزيز بن باز رحمه الله وايي: "د عثمان رضی الله عنه دا عمل د جومات د ښه والي، د نقاشۍ ډبرو، ښه لرګیو او دیوال رنګولو ښودنه کوي، په دې کې هېڅ ستونزه نشته، که څه هم د سلفو ژوند غوره او خه وو، مګر که خلک خپل کورونه ښه کړي او زړې ودانۍ پريږدي، او جومات په خپل زوړ حالت کې پرېښودل شي، دا به ددې لامل شي چې خلک په جومات کې د لمانځه او راټولېدو لپاره زړه ښه نه کړي، نو بیا د هغه څه په کولو کې هېڅ ستونزه نشته چې عثمان رضی الله عنه د خلکو د هڅولو لپاره وکړل چې جوماتونو ته تشویق شي، مګر د ځان ښودنې لپاره باید نه وي، او په مسجد کې ليکنې کول مکروه دي، ښه به دا وي چې ساده وي"([186]). () د القحطاني «المساجد» څخه نقل شوی (ص: 71).
اووم مطلب: جومات ته د کافر د ننوتلو حکم:
مسلمانانو لپاره حرام ده چې کوم کافر ته اجازه ورکړي چې مسجد حرام او د حرم شاوخوا سیمې ته ننوځي؛ د دې اساس د الله تعالی دا قول دی: (اې مؤمنانو! مشرکان پلیت دي باید له سږ کال وروسته مسجد الحرام ته نژدې نه شي). [التوبة: 28]، د نورو جوماتونو په اړه، که چېرې هغوی د مشروع هدف لپاره ننوځي، نو په دې کې هېڅ حرج نشته، لکه د اسلام په اړه پوښتنه کول، یا د جومات پورې اړوند یا د مسلمانانو ګټې لپاره کار کول، یا د وعظ او خطبې اورېدل، یا د حلال هدف لپاره ننوتل لکه د جومات دننه اوبه څښل، په داسې حالاتو کې يې ننوتل جائز دي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ثمامة بن اثال د جومات په ستنه پورې وتړلو، له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی چې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم د نجد په لور يو لښکر ولېږه، هغوی د بنو حنيفې قبیلې څخه یو سړی چې نوم يې ثمامه بن اثال و او د اهل یمامه مشر او سردار و، ونیوه او په مسجد کې یې د یوې ستنې سره یې وتاړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ورغئ او ورته وفرمايل: اې ثمامه، ته څه لرې؟ (ته څه فکر کوې چې زه به له تا سره څنګه چلند وکړم؟) ثمامه وویل: اې محمده، زما سره خیر دی؛ که ته ما ووژنې، نو تا یو داسې کس وژلی دی چې د وژلو وړ دی؛ او که ته احسان وکړې (او ما آزاد کړې)، نو تا به په یو شکر کوونکي کس احسان کړی وي؛ او که مال غواړې، نو هر څومره چې وغواړې، هغه به درکړل شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه تر سبا پورې پرېښود... حدیث ([187]). () متفق عليه.
د نجران وفد چې نصرانيان و، جومات ته ننوتل([188])، همدارنګه ضمام بن ثعلبه په داسې حال کې جومات ته ننوت چې نبي صلى الله عليه وسلم په جومات کې و، د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چې وايي: "کله چې موږ په جومات کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، یو سړی خپل اوښې سره جومات ته ننوت، او هلته یې وتاړه، بیا یې ناستو خلکو ته وویل: تاسو کې محمد څوک دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په مینځ کې تکیه کړې وه، نو موږ وویل، هغه سپین سړی دی چې تکیه یې لږولی ده، او هغه سړي وویل: د عبدالمطلب زويه! نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل زه به تاته ځواب درکړم، هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې زه له تا څخه پوښتنه کوم، خو پوښتنې به مې تا باندې فشار راوړي، نو په خپل زړه کې زما په هکله څه مه ساته، او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له هغه څخه چې غواړې پوښتنه وکړه..." تر دې چې ویې ویل: "سړي وویل: "زه په هغه څه ایمان راوړم چې تا راوړی دی، او زه د خپل قوم له خوا استازی يم، زه ضمام بن ثعلبه یم، د بنو سعد بن بکر د قبيلې نه" ([189]). () متفق عليه. () بخاري روایت کړی دی. او وګورئ: مجموع فتاوى ومقالات ابن باز، اتم ټوک، حكم دخول الكفار المساجد، اوفتاوى اللجنة الدائمة 6/276.
دا هغه څه دي چې موږ د مؤذن، امام او خطيب اړتياوو او د مسجدونو د احكامو په اړه راټول کړي دي، امام او خطیب ته سپارښتنه کېږي چې د الله تعالی څخه وېره ولري، او د علم او د هغه د خپورولو او ساتنې په لټه کې اوسي.
هذا وبالله التوفيق، وصلِّ اللهمَّ وسلِّم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.
د مؤذن، امام او خطيب لپاره ځينې ګټورې سرچينې (مصادر)
اذان او اقامت - د ډاکټر سعيد بن علي القحطاني لیکنه، ناشر: د سفیر مطبعه، ریاض.
د امامت او د مأموم د لمانځه احکام - د ډاکټر عبدالمحسن المنيف لیکنه.
د کتاب او سنت په رڼا کې د لمونځ امامت - د سعيد بن علي القحطاني لیکنه.
د جمعې د خطبې طرز او اسلوب - عبدالله بن ضيف الله الرحيلي، ناشر: د سعودي عربستان د دعوت او ارشاد او اسلامي چارو وزارت.
په لمونځ کې امامت - مفهوم، فضائل، ډولونه، آداب او احکام د کتاب او سنت په رڼا کې، لیکوال: ډاکټر سعید بن علي بن وهف القحطاني، خپرونکی: د سفیر مطبعه، ریاض.
د جمعې خطبه او د واعظ مسؤلیتونه، د سعودي عربستان د دعوت او ارشاد او اسلامي چارو وزارت، د دعوت او لارښوونې مجلس لخوا چمتو شوي.
د جمعې خطبه په کتاب او سنت کې، لیکوال: عبدالرحمن بن محمد الحمد، ناشر: د اسلامي چارو او دعوت او لارښوونې وزارت، د سعودي عربستان پاچاهي.
د جمعې خطبه او فقهي احکام یې، د عبدالعزیز بن محمد بن عبدالله الحجیلان لخوا، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت، د اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز.
د جمعې خطبه او د هغې رول د امت په روزنه کې، لیکوال: عبدالغني احمد جبر مزهر، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت.
"پنځوس سپارښتنې ترڅو یو بریالی خطيب جوړ شې"، لیکوال: امیر بن محمد المدري، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت په ويب پاڼه نشر شوی.
د جمعې لمونځ - مفهوم، شرطونه، ځانګړتیاوې، آداب او احکام د قرآن او سنت په رڼا کې، لیکوال: ډاکټر سعيد بن علي القحطاني، ناشر: د سفير مطبعه، ریاض.
د جمعې منبر امانت او مسولیت دی، لیکوال: عبد الله بن محمد بن حميّد، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت.
د جمعې د خطبې د چمتو کولو طریقه، لیکوال: ډاکټر صالح بن عبدالله بن حمید لخوا، ناشر: د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت.
د امامانو او مؤذنینو لپاره پیغامونه، لیکنه: شیخ عبدالله بن صالح الفوزان، ناشر: دار ابن الجوزي.
د جوماتونو امامانو، موذنینو او مقتدیانو لپاره پیغام، لیکنه: شیخ عبدالله بن جارالله الجارالله.
د کویټ فقهې موسوعه، د درر السنية موسوعه، د خطبې او امامت او اذان او جوماتونو بابونه.
Related books
All books
إعداد خطيب ماهر33 ژبېخطيبإعداد خطيب ماهر
بسم الله الرحمن الرحيم إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلل فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان وسلم تسليمًا. اما بعد: کله چې خلکو په دوامداره توګه د چارو د سمونتیا لپاره یو څه ته اړتیا درلوده، نو شريعت ورته داسې یو څه راوړل چې دا اړتیا یې پوره کړي، لکه هغه څه چې د جمعې له خطبې سره تړاو لري، لدې امله د جمعې خطيب لوی مسؤوليت لري، چې له امله یې موږ د (ګټور لنډیز، د موذن، امام، خطیب، او د جوماتونو احکام په) ([1]) په…
د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سیرت.11 ژبېد امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سیرت.
ليکنه: شيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز "الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله وخيرته من خلقه سيدنا و إمامنا محمد بن عبد الله، وعلى آله وأصحابه ومن والاه. وبعد، محترمو ورونو او ګرانو بچيانو، په دې وينا (محاضره) کې درته داسې څه وړاندې کوم، چې فکرونه مو روښانه او حقايق څرګند کړي، د الله او بندګانو لپاره نصيحت، او د هغه چا يو څه حق ادا کول چې په اړه يې وينا کوم، د وینا عنوان دی: د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سيرت. کله چې خبره د مصلحينو، دعوتګرو او نوښتګرو اړوند وي، د دوی د احوالو، نېکو خويونو او لويو کارونو يادونه په کې وي، او د دوی هغه سيرت په کې تشريح کېږي چې پر…
د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام16 ژبېد طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام
د علامه شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله لخوا لیکل شوی کتاب "د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام" چې د قرآن او سنت پر بنسټ د پاکوالي، لمونځ او جنازه په واضح ډول تشریح کوي، د دې کتاب موخه داده چې مسلمان خپل عبادتونه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د منهج مطابق، په بصیرت او پوهې سره ترسره کړي، همداراز، دا کتاب د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د طریقي په پیروي کې هڅه کوي، او د اسانتیا او التزام ترمنځ توازن ساتي، همدارنګه اخلاص او پیروي ته تشویقوي ترڅو عبادتونه د الله جل جلاله لپاره د منلو وړ او د هغه تعالی نږدې والی حاصل شي.
د اسلام فضيلت.11 ژبېد اسلام فضيلت.
امام محمد بن عبدالوهاب. باب دی په فرضيت د اسلام کې ...او د الله تعالی دا قول: {او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي} د آل عمران سورت: ۸۵ آیت) او د الله تعالی دا قول: {او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي} [۲] (الأنعام: ۱۵۳) [1] آل عمران سورت ۸۵ آيت. [۲] الأنعام سورت ۱۵۳ آيت. مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي. او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی…