کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟
دا کتاب چې عنوان یې - "کاینات چا پیدا کړل؟ زه چا پېدا کړی یم او ولې؟" دی - د کایناتو او انسانانو د اصل شتون په اړه بحث کوي او په دې ټینګار کوي چې کاینات په تصادفي ډول او یا له عدم (هېڅ) څخه نه دي رامینځته شوي، بلکې لوی خالق لري چې الله دی، هغه ذات چې د ژوند او کایناتو د اداره کولو لپاره یې دقیق قوانین رامینځته کړي، دا کتاب د الله تعالی صفتونه، په پېغمبرانو او نازل شوو اسماني کتابونو د ایمان راوړلو اهمیت تشریح کوي او ټېنګار کوي چې اسلام هغه حق دین دی چې د ټولو پیغمبرانو پېغامونو ته شامل دی او پرې ایمان راوړلو ته بلنه ورکوي تر څو په دنیا او آخرت کې ریښتینې خوښۍ ترلاسه شي.
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟
ایا زه په سمه لار یم؟
اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي ؟
په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟
انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟
ستا د بدن په غړو کې دا باریک جوړښت چا رامنځته کړی او ته په دې ښایسته بڼې چا انځور کړی یې؟
د ژوندیو مخلوقاتو په بیلابېلو بڼو او ډولونو کې فکر وکړه چې دوی چا په داسې بڼو پېدا کړي چې هېڅ حدود نه لري.
دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېریدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟
هغه نظامونه چا رامینځته کړي چې دا عالم کنترولوي (ژوند او مرګ، د ژونديو موجوداتو تناسل، شپه او ورځ، د موسمونو بدلون، او داسې نور)؟
آیا دې کائناتو خپل ځان په خپله پیدا کړی؟ یا له نشت څخه رامنځته شوي؟ یا دا په تصادفي توګه موندل شوي دي؟ الله جل جلاله فرمایي: ﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (٣٥) ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ﴾ ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي. [الطور: 35-36].
نو که موږ خپل ځانونه نه وي پېدا کړي او دا هم ناممکنه ده چې موږ له هېڅ شي یا تصادف څخه رامنځته شوي یو، نو هغه حقیقت چې هېڅ شک پکې نشته دا دی چې: دا کاینات خامخا یو لوی او ځواکمن خالق لري، ځکه دا ناشونې ده چې دې کائناتو دې ځان خپله پیدا کړی وي! یا دا چې له هېڅ (نشت) څخه رامنځته شوي وي! او یا په تصادفي ډول رامنځته شوي دي!
ولې یو څوک د داسې شیانو په شتون باور لري چې لیدلی یې نه شي؟ لکه: (درک، عقل، روح، احساسات او مینه) آیا ځکه چې هغه یې اغیزې ویني؟ نو څنګه انسان د دې لویو کائناتو د پيدا کوونکي له شتون څخه انکار کوي، حال دا چې هغه یې د پېدایښت، صنعت او رحمت اغیزې ویني؟!
هېڅ هوښیار به دا ونه مني چې ورته وویل شي: دا کور په خپله جوړ شوی، پرته لدې چې یو څوک یې جوړ کړي! یا ورته وویل شي چې: دا کور هېڅ شي (نشت) رامنځته کړی! نو ځینې خلک څنګه په هغه چا باور کولی شي چې وايي: دا لوی کائنات پرته له خالق څخه پیدا شوي؟ یو عقلمند انسان څنګه منلی شي چې ورته وویل شي: د کائناتو دا دقیق نظم په تصادفي توګه سره رامینځته شوی دی؟
دا ټول موږ یوې پایلې ته رسوي، هغه دا چې دا کائنات یو لوی او ځواکمن پالونکی لري چې اداره کوي یې، او دا چې یوازې هغه د عبادت وړ دی، او دا چې هر هغه څه چې پرته له هغه یې عبادت کیږي باطل او د عبادت وړ نه دي.
رب لوی خالق دی
پیدا کوونکی رب یو دی، هغه پادشاه، پالونکی او روزي ورکوونکی دی، هغه ذات دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، او هغه داسې ذات دی چې ځمکه یې پیدا کړې او تابع یې ګرځولې او د خپلو مخلوقاتو لپاره یې مناسبه جوړه کړې ده. او هغه ذات دی چې اسمانونه یې پېدا کړي او هغه لوی مخلوقات چې پکې دي، لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ یې په دقیقه توګه کنترول کړي چې د هغه د عظمت څرګندونه کوي.
او همغه ذات دی چې هوا یې موږ ته مسخره کړې چې له هغې پرته ژوند نه شو درلودلای، هغه ذات چې پر موږ بارانونه وروي، سمندرونه او سیندونه یې زموږ تابع کړي، همغه ذات چې موږ ته یې هغه مهال روزي راکوله کله چې موږ د مېندو په رحمونو کې کوچنيان وو او هېڅ ځواک مو نه درلود، همغه ذات چې زموږ په رګونو کې یې ویني ته له زیږون څخه تر مرګه پورې جریان ورکړی دی.
دا رب (پالونکی)، خالق (پېدا کوونکی)، روزي ورکوونکی، یوازې الله پاک دی
الله هغه رب دی چې په کائناتو کې د هر څه پيدا کوونکی دی؛ هغه څه چې موږ یې وینو او څه چې نه یې وینو او له هغه پرته نور هر څه د هغه له مخلوقاتو څخه دي، هغه یوازې د عبادت وړ دی او له هغه پرته باید د بل چا عبادت له هغه سره ونه شي. هغه لره په مالکیت، پیدایښت، د چارو سمبالولو او عبادت کې هېڅ شریک نه شته.
که د استدلال په خاطر دا فرض کړو چې د رب جل جلاله سره نور معبودان هم شته، نو کائنات به فاسد شي؛ ځکه دا نه کیږي چې دوه معبودان په یو وخت کې د کائناتو چارې اداره کړي، الله تعالی فرمایي: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا} كه په دواړو (آسمان او ځمكه) کې له الله پرته نور معبودان واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى. الأنبياء:22.
د پيدا کوونکي رب صفتونه
پاک څښتن لره بې شمېره ښکلي نومونه او هغه لره ډېر لوى او عالي صفتونه دي چې د هغه د کمال څرګندونه کوي، د هغه له نومونو څخه : الخالق او "الله" دي چې معنا یې ده: هغه ذات چې یوازې له شریک پرته د عبادت مستحق دی. او: الحي (تل ژوندی)، القیوم (تلپاتې)، الرحیم(ډېر رحم کوونکی)، الرازق(رزق ورکوونکی)، الکریم (سخي). الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: ﴿اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ﴾ الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له اجازې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هېڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې له اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكې او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى. [سورة البقرة:255].
او الله - تعالی - فرمایلي دي: ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (١) (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى. اللَّهُ الصَّمَدُ (٢) هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (٣) نه يې (څوک) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دی. (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ﴾ او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته. [الإخلاص ١-٤].
د عبادت څښتن د کمال له صفاتو څخه برخمن دی.
د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې همغه د عبادت وړ دی او عبادت یې کیږي او له هغه پرته نور مکلف مخلوق دي چې امر ورته کیږي او تابع دي.
د هغه له صفتونو څخه دا دي چې هغه تل ژوندی او د ټول عالم چارسمبالی دی، په کائناتو کې چې هر ژوندی دی، نو هغه ذات ژوند ورکړی او له نشت څخه یې شته کړی دی او هغه په خپل شتون سره د چارو سمبالوونکی، هغوی ته رزق ورکوونکی او هغوی لره کافي دی. نو رب ژوندی دی نه مړ کیږي او فناء کېدل یې ناشوني دي، چارسمبالی دی، نه ویده کیږي، نه پرې خوب راځي او نه پرکاله کیږي.
د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې هغه پوه ذات دی، له هغه څخه په ځمکه او آسمان کې هېڅ شی پټ نه دی.
د هغه له صفتونو څخه دا دي چې هغه اوریدونکی او لیدونکی دی، هر څه اوري او هر څه ویني، د نفسونو په وسوسو او هغه څه پوهیږي چې په سینو کې پټ دي، له هغه نه په ځمکه او اسمانونو کې هېڅ شی پټ ندی.
د هغه له صفتونو څخه یو دا دی چې هغه قادر ذات دی، هېڅ شی یې نه شي عاجزولای او هېڅوک د هغه د ارادې مخنیوی نه شي کولای، څه یې چې خوښه وي هغه کوي، او څه یې چې خوښه وي هغه منع کوي، مخته کول او وروسته کول کوي او هغه د لوی حکمت خاوند دی.
او د هغه له صفتونو څخه دا دی چې هغه پيدا کوونکی، رزق ورکوونکی او چارسمبالی دی؛ هغه ذات چې مخلوقات یې پیدا کړي او د هغوی چارې یې سمبال کړي دي، ټولو مخلوقات یې په قبضه کې دي او د هغه د امر لاندې دي.
د هغه د صفتونو له جملې څخه دا هم دی چې هغه د محتاجانو دعا قبلوي، مصیبت ځپلو فریاد اوري، تکلیف لرې کوي، او هر مخلوق چې کله په سختۍ او مصیبت کې راګیر شی، د سختې اړتیا له مخې هغه ته رجوع کوي.
له الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت نه کیږي، ځکه يوازې هغه پوره او د عبادت مستحق دی، پرته له بل هر چا څخه، او هر هغه څه چې له هغه پرته یې عبادت کېږي، په ناروا سره یې عبادت کېږي، ځکه هغه نيمګړی او د مرګ او فنا کېدو وړ دی.
الله تعالی موږ ته عقلونه راکړي چې د هغه له عظمت څخه یو څه درک کولی شي او په موږ کې یې یو طبیعي فطرت ایښی چې نیکي خوښوي او له بدۍ څخه کرکه لري، او کله چې الله رب العالمین ته رجوع کوي، د ډاډ احساس کوي، دا فطرت د هغه په کمال دلالت کوي او پر دې چې ناشوني ده هغه پاک ذات په نیمګړتیا سره یاد شي.
د عقلمند لپاره مناسبه نه ده چې له کامل ذات پرته د بل چا عبادت وکړي، نو څنګه کولای شي د خپل ځان په څېر د نیمګړي او یا له ځان نه د ټيټ مخلوق عبادت وکړي؟
انسان، بت، ونه او یا حیوان هېڅکله معبود کېدلی نه شي!
څښتن تعالی د اسمانونو د پاسه، په خپل عرش باندې دی، له مخلوقاتو څخه یې جلا دی، د هغه په ذات کې د هغه له مخلوقاتو څخه هېڅ شی نشته او نه د هغه په مخلوقاتو کې د هغه له ذات څخه څه شی شتون لري، هغه په خپلو مخلوقاتو کې نه منحل کیږي او نه پکې جسم ګرځي.
د څښتن تعالی په څېر هېڅ شی نه شته او هغه اورېدونکی لیدونکی دی، هېڅوک د هغه برابر نه دی، او هغه له خپل مخلوق څخه غني دی، نه ویده کیږي او نه خوراک کوي، هغه ډېر لوی دی؛ شونې نه ده چې هغه دې مېرمن یا ماشوم ولري. خالق د عظمت صفات لري؛ هېڅکله نه محتاجیږي او نه په نېمګړتیا سره یادیږي.
الله تعالی فرمايلي دي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (٧٣) اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى. مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى. [الحج: 73-74].
دې ستر خالق ولې موږ پیدا کړي یو؟ او زموږ څخه څه غواړي؟
ایا دا عقل مني چې الله دا ټول مخلوقات بې هدفه پیدا کړي، ایا هغه یې بې مقصده پیدا کړي دي، په داسې حال کې چې هغه په هر څه پوه او حکیم دی؟
ایا دا عقل مني چې هغه ذات چې موږ یې په دومره دقت او مهارت سره پیدا کړي یو او د ځمکې او اسمانونو هر څه یې زموږ تابع کړي، چې موږ به یې له کوم هدف پرته پیدا کړي یو، او یا به مو د خورا مهمو پوښتنو له ځوابونو پرته پرېږدي چې زموږ فکر یې مشغول کړی دی، لکه: ولې موږ دلته یو؟ او له مرګ وروسته څه دي؟ او زموږ د پیدایښت موخه څه ده؟
او ایا عقل دا مني چې ظالم ته دې سزا او نيک انسان ته دې اجر نه وي؟
الله پاک فرمایلي دي: ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ﴾ ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بې شكه موږ تاسو عبث پیدا كړي یاست او دا چې بې شكه تاسو به موږ ته بېرته نه راګرځئ. [المؤمنون: 115].
بلکي الله جل جلاله پېغمبران رالېږلي تر څو موږ د خپل شتون په مقصد پوه شو او موږ ته لارښوونه وکړي چي څنګه د هغه عبادت وکړو او هغه ته نږدې شو! او له موږ څخه څه غواړي او څنګه د هغه رضایت تر لاسه کړو، او موږ ته یې له مرګ وروسته زموږ د برخلیک په اړه خبر راکړی دي؟
الله جل جلاله د دې لپاره پېغمبران رالېږلي تر څو موږ ته خبر راکړي چې یوازې هغه د عبادت وړ دی او تر څو په دې پوه شو چې څنګه یې عبادت وکړو او موږ ته د هغه د اوامرو او منهیاتو په اړه خبر راکړي او د دې لپاره چې موږ ته نیک ارزښتونه را زده کړي چې که موږ یې مراعت کړو، پاک او له نیکیو او برکتونو ډک ژوند به ولرو.
او الله جل جلاله ډېر پېغمبران رالېږلي دي لکه: (نوح، ابراهیم، موسی، او عیسی) او په نښانو او معجزو یې د هغوی ملاتړ کړی چې د هغوی په ریښتینولۍ دلالت وکړي او پدې چې دوی د هغه پاک ذات له لورې را استول شوي او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم دی.
او رسولانو موږ ته په واضح ډول خبر راکړی چې دا ژوند یو امتحان دی او دا چې ریښتینی ژوند به له مرګ وروسته وي.
او دا چې د هغو مؤمنانو لپاره جنت دی چې یوازې د الله جل جلاله عبادت یې کړی وي چې شریک نه لري او په ټولو رسولانو یې ایمان راوړی وي او پدې چې هلته یو اور دی چې الله د هغو کافرانو لپاره چمتو کړی چې د الله سره د نورو معبودانو عبادت کوي او یا یې د الله له کوم رسول څخه انکار کړی وي او پرې کافر شوی وي.
الله تعالی فرمايلي دي: ﴿يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٥) اې د آدم اولادې! كه چېرې تاسو ته له تاسو څخه داسې رسولان درشي چې زما آيتونه درته بيانوي، نو بيا چې څوك تقوى خپله او (عملونه) سم كړي، نه به څه وېره ورباندې وي او نه به دوى خپه كيږي. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي. [الأعراف35-36].
الله تعالی فرمايلي دي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (٢١) ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه). الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (٢٢) هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري). وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (٢٣) او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست. فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (٢٤) پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره. وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي. [البقرة: 21-25].
ولې ډېر شمېر رسولان؟
الله جل جلاله امتونو ته خپل پېغمبران رالېږلي دي، هېڅ داسې یو امت نشته مګر دا چې الله ورته پېغمبر لېږلی تر څو یې د خپل رب عبادت ته راوبلي او د هغه له اوامرو او منهیاتو څخه يې خبر کړي، او د ټولو د بلنې موخه د یو الله عبادت و، او هر کله به چې یو امت هغه څه پرېښودل چې رسول یې ورته راوړي وو؛ لکه د الله په یو ګڼلو هغوی ته امر کول او یا به یې د هغې د بدنامولو هڅه وکړه نو الله جل جلاله به بل پېغمبر راولېږه تر څو یې تګلاره بېرته راسمه کړي، او خلک خپل سالم فطرت ته راوګرځوي چې هغه د الله تعالی یووالی او د هغه منل دي.
تر دې چې الله جل جلاله د محمد صلی الله علیه وسلم په رالېږلو سره د رسولانو لړۍ پای ته ورسوله، هغه پېغمبر چې بشپړ دین او د ټول بشریت لپاره یې تر قیامته تلپاتې شریعت راوړی، هغه شریعت چې په خپله بشپړ دی او د مخکنیو شریعتونو نسخ کوونکی دی، او متعال رب یې د بقا او د قیامت تر ورځې پورې د تلپاتې کېدو تضمین کړی دی.
یو څوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نه شي تر څو یې په ټولو پیغمبرانو ایمان نه وي راوړی.
الله هغه ذات دی چې رسولان یې رالیږلي او ټولو مخلوقاتو ته یې امر کړی چې د دوی پیروي وکړي، چا چې له دوی څخه د یو له پېغمبرۍ هم انکار وکړ نو په حقیقت کې یې له ټولو انکار کړی دی، له دې به لویه ګناه نه وي چې یو څوک د الله تعالی له وحيې څخه انکار وکړي، نو جنت ته د ننوتلو لپاره په ټولو پېغمبرانو ایمان راوړل ضروري دي.
په دې زمانه کې په هر چا فرض دي چې پر الله او د الله په ټولو پیغمبرانو ایمان ولري او د آخرت په ورځ ایمان ولري او دا کار یوازې پر وروستي پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ایمان راوړلو او پیروۍ کولو سره کېږي، ځکه دی هغه پېغمبر دی چې الله جل جلاله یې په تلپاتې معجزې قرآن کریم سره ملاتړ کړی، هغه (کتاب) چې الله یې ساتنه کوي تر څو چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه ته په میراث پاتې شي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې څوک چې د هغه پر کوم پیغمبر له ایمان راوړلو څخه انکار وکړي، نو هغه په الله کفر کړی او د هغه وحیې یې دروغ ګڼلې ده، الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا (١٥٠) بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي. أُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا﴾ دا خلک نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى. [النساء: 150-151].
لدې امله موږ مسلمانان په الله او د آخرت په ورځ ایمان لرو - لکه څنګه چې الله امر کړی - او موږ په ټولو پیغمبرانو او پخوانیو کتابونو ایمان لرو، الله تعالی فرمایلي: ﴿آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ﴾ پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى. [البقرة ٢٨٥].
قرآن کریم څه شی دی؟
قرآن کریم د الله تعالی کلام او د هغه وحي ده چې په اخري پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او تر ټولو ستره معجزه ده چې د هغه د نبوت په ریښتینولۍ دلالت کوي. او د قرآن کریم حکمونه حق او معلومات یې ریښتیني دي.
او الله تعالی یې منکران وننګول چې د دې قرآن په څېر دې حتی یو سورت هم ورته پیدا کړي، خو دوی پدې ونه توانېدل؛ د دې د محتوياتو د عظمت او هر اړخیز والي له امله چې په دنيوي ژوند او آخرت کې هر هغه څه ته شامل دی چې د انسان پورې اړه لري ، او دا د ايمان ټولو حقايقو ته شامل دی چې ایمان پرې واجب دی.
په دې کې هغه احکام او ممانعتونه هم شامل دي چې انسان یې باید د خپل ځان او خپل رب، خپل ځان او خپل نفس او خپل ځان او ټولو مخلوقاتو تر منځ مراعت کړي، او دا ټول په لوړ فصاحت او بلاغت سره راغلي دي.
پدې (قرآن) کې ډېر عقلي شواهد او ساینسي حقیقتونه راغلي او دا په ډاګه کوي چې دا کتاب د انسانانو له خوا نه دی جوړ شوی، بلکې دا د بشریت د سپېڅلي پالونکي کلام دی.
اسلام څه شی دی؟
اسلام: الله تعالی ته په یووالي سره غاړه اېښودل، د هغه منل او ورته تسلیمېدل، په خوښۍ او منلو سره د هغه د قانون پیروي او په هر هغه څه کفر دی چې له الله پرته یې عبادت کیږي.
او الله تعالی رسولان له یو پیغام سره رالیږلي چې هغه: د یو الله عبادت ته بلنه ده چې شریک نه لري، او په هر هغه څه کافرېدل دي چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي.
اسلام د ټولو پیغمبرانو دین دی، د دوی بلنه یو شان او شریعتونه یې مختلف دي، نن ورځ یوازې مسلمانان دي چې د صحیح دین پیروي کوي، هغه دین چې د ټولو انبیاوو لخوا راوړل شوی، او په دې وخت کې د اسلام پیغام حق دی، او دا د خالق لخوا انسانیت ته وروستی پیغام دی.
نو هغه رب چې ابراهیم، موسی او عیسی علیه السلام یې رالیږلی، همغه رب وروستی رسول محمد صلی الله علیه وسلم هم رالېږلی دی، او اسلامي شریعت ټولو مخکنیو شریعتونو لره منسوخوونکی راغلی.
ټول هغه دینونه چې خلک پرې نن سبا عبادت کوي - له اسلام پرته - د انسانانو لخوا جوړ شوي دینونه دي، او یا هغه دینونه دي چې په سر کې الهي وو خو انسانانو پکې لاسوهنه وکړه نو د خرافاتو ډېرۍ، میراثي افسانو او بشري اجتهادونو سره ګډ شول.
خو د مسلمانانو دين يو څرګند دين دی چې نه بدليږي، لکه څنګه چې د دوی عبادتونه سره یو دي چې د الله عبادت پرې کوي، ټول پنځه وخته لمونځونه کوي، د خپلو مالونو زکات ورکوي او د رمضان د مياشتې روژه نيسي. او د دوی قانون ته چې قرآن کریم دی پام وکړئ، په ټولو هیوادونو کې همدا یو کتاب دی. الله تعالی فرمایلي: ﴿ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُور رَّحِيم﴾ نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى، نو كه څوك په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي نو بې شكه بيا الله مهربان بخښونكى دى. [سورة المائدة:3].
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي: ﴿قُلْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (٨٤) وايه موږ خو په الله ايمان راوړى او په هغه چې پرموږ نازل شوي او پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او پر اولاده يې نازل شوي او هغه چې موسى، عيسى او نورو نبيانو ته يې د خپل رب له خوا وركړل شوي د دوى ترمنځ يوه كې هم فرق نه كوو او موږ همده ته غاړه اېښودونكي يو. وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ او هر څوک چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي. [آل عمران: 84-85].
نو د اسلام دين د ژوند لپاره يوه جامعه تګلاره ده، چې د عقل او فطرت سره سمون لري، او د عامو خلکو له خوا منل شوې ده، د ستر خالق له خوا د خپلو مخلوقاتو لپاره جوړ شوی قانون او په دنیا او آخرت کې د ټولو خلکو لپاره د خير او خوښۍ دين دى. نه یو نسل ته پر بل برتري ورکوي او نه یو رنګ ته پر بل رنګ، ټول خلک پکې سره برابر دي. په اسلام کې هېڅوک پر بل چا برتري نه لري مګر د هغه د نیکو عملونو په اندازه.
الله تعالی فرمايلي دي: (مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَلَنُحۡيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةٗ طَيِّبَةٗۖ وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ) چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو. [النحل:97]
اسلام د نېکمرغۍ لار ده
اسلام د ټولو پیغمبرانو دین او د ټولو خلکو لپاره د الله تعالی دین دی او د عربو پورې ځانګړی دین ندی.
اسلام په دې دنیا کې د ریښتینې خوښۍ او په آخرت کې د ابدي نعمتونو لاره ده.
اسلام یوازینی دین دی چې د روح او بدن اړتیاوې پوره کوي او د انسانانو ټولې ستونزې حلوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشْقَى (123) او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي. وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو. [طه: 123-124].
یو مسلمان په دنیا او آخرت کې څه شی تر لاسه کوي؟
اسلام لویې ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- په دنیا کې بریا او عزت، ځکه چې انسان د الله بنده وي، که نه نو د خواهشاتو، شیطان او شهوتونو بنده به و.
- په آخرت کې بریا؛ چې الله تعالی ورته بښنه وکړي، ترې راضي شي، جنت ته یې داخل کړي او ابدي خوښۍ او تلپاتې نعمتونه وګټي او د دوزخ له عذابه وژغورل شي.
- مؤمن به د قيامت په ورځ له انبياوو، رښتينو، شهيدانو او صالحانو سره وي، دا څومره ښه ملګرتيا ده، او څوک چې ايمان نه راوړي هغه به له سرکښانو، بدانو، مجرمانو او ظالمانو سره وي.
- هغه کسان چې الله تعالی یې جنت ته داخل کړي هغه به له مرګ، ناروغۍ، درد، بوډاتوب او غم پرته په ابدي نعمتونو کې ژوند وکړي او دوی چې هر څه غواړي غوښتنې به یې پوره کړي او هغه څوک چې دوزخ ته ننوځي هغه به په ابدي، نه ختمیدونکي عذاب کې وي.
- په جنت کې داسې نعمتونه شته چې نه د چا سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا فکر کې ګرځېدلي. د دې خبرې ثبوت د الله تعالی دا قول دی: ﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو. [النحل ٩٧].
او الله تعالى فرماېلي: ﴿فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴾ نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول. [سورة السجدة:17]
یو غیر مسلم څه شی له لاسه ورکوي؟
انسان به تر ټولو ستر علم او پوهه له لاسه ورکړي، کوم چې د الله تعالی پېژندل او د الله تعالی په اړه پوهه ده، او هغه به په الله تعالی باور له لاسه ورکړي، هغه څه چې انسان ته په دنیا کې امنیت او آرامي او په آخرت کې ابدي نعمت ور په برخه کوي.
انسان به تر ټولو لوی کتاب ته لاسرسی له لاسه ورکړي چې الله تعالی خلکو ته نازل کړی او په دې لوی کتاب ایمان به له لاسه ورکړي.
هغه به په سترو پیغمبرانو ایمان له لاسه ورکړي، همدا رنګه به د قیامت په ورځ په جنت کې د دوی ملګرتیا له لاسه ورکړي، او د دوزخ په اور کې به د شیطانانو، مجرمانو او ظالمانو سره مل وي، چې ډېر بد کور او بد ګاونډ دی.
الله تعالی فرمايلي دي: ﴿قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (15) ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى. لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ﴾ د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ. [الزمر: 15-16].
څوک چې په آخرت کې نجات غواړي نو ورته ښایي چې مسلمان شي او الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته په پيروۍ غاړه کېږدي.
یو له هغو حقیقتونو څخه چې پیغمبرانو او رسولانو علیهم السلام پرې اتفاق کړی دا دی چې یوازې هغه مسلمانان به آخرت کې نجات ومومي چې په الله تعالی ایمان لري، هېڅوک ورسره نه شریکوي او په ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان لري. نو د پیغمبرانو ټول پيروان چې ایمان یې پرې راوړی او هغوی یې ریښتیني ګڼلي جنت ته به داخل شي او له اور څخه به وژغورل شي.
نو هغوی چې د پېغمبر موسی علیه السلام په زمانه کې وو او په هغه یې ایمان راوړی او د هغه په لارښوونو یې عمل کړی، نو دوی مسلمانان او نېک مؤمنان دي، مګر وروسته له دې چې الله تعالی عیسی علیه السلام راولېږه نو د موسی علیه السلام په پیروانو واجب شو چې په عیسی علیه السلام ایمان راوړي او پیروي یې وکړي.
نو چا چې په عیسی (علیه السلام) ایمان راوړ هغوی نېک صالحه مسلمانان دي، او چا چې په عیسی (علیه السلام) له ایمان راوړلو انکار وکړ او ویې ویل چې زه به د موسی (علیه السلام) په دین پاتې شم نو دا مؤمن نه دی؛ ځکه چې ده پر داسې یو نبي له ایمان راوړلو انکار وکړ چې الله تعالی رالیږلی دی.
بیا وروسته له دې چې الله پاک وروستی پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راولېږه، نو پر ټولو واجب دي چې ایمان پرې راوړي، ځکه کوم رب چې موسی او عیسی علیهما السلام رالیږلي همغه رب دی چې وروستی پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې رالیږلی، نو چا چې د محمد صلی الله علیه وسلم له پېغمبرۍ انکار وکړ او ویې ویل چې زه به د موسی او یا عیسی علیهما السلام پیرو پاتې شم نو دا هم مؤمن نه دی.
او دا د یو چا لپاره بسنه نه کوي چې ووایي د مسلمانانو درناوی کوي او نه په آخرت کې د نجات لپاره بسنه کوي چې خیرات ورکړي او د غریبانو سره مرسته وکړي، بلکې هغه باید په الله، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان ولري، چې الله تعالی ترې دا قبول کړي! په الله تعالی له شرک کولو، کفر ، د الله تعالی له خوا د نازل شوې وحې څخه له انکار کولو لویه ګناه نشته او نه لدې چې د وروستي پېغمبر له نبوت څخه انکار وشي.
نو یهود، نصاری او نور هغه کسان چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت په اړه یې اورېدلي او پرې له ایمان راوړلو انکار وکړی او د اسلام په دین کې له ننوتلو انکار وکړي نو دوی به د جهنم په اور کې د تل لپاره پاتې شي او همدا د الله پرېکړه ده نه د کوم بشر پرېکړه، الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّة﴾ بېشکه هغه کسان له اهل کتابو او مشرکانو څخه چې کفر يې کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي. [البينة:6].
له هغه وخته چې بشریت ته د الله تعالی وروستی پیغام نازل شوی، هر انسان چې د اسلام په اړه اوري او د وروستي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له پېغمبرۍ خبر شي، باید پرې ایمان راوړي، د هغه د شریعت پیروي وکړي او په اوامرو او نواهیو کې د هغه اطاعت وکړي، نو څوک چې د دې وروستۍ پیغمبرۍ څخه خبر شي او رد یې کړي، الله تعالی به له هغه څخه هېڅ شی ونه مني او په آخرت کې به عذاب ورکړي.
د دې خبرې دلیل د الله تعالی دا قول دی: ﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ او هر څوک چې له اسلام پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي. [آل عمران ٨٥].
او الله تعالى فرماېلي: ﴿قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ﴾ ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك له الله پرته د خدايانو په توګه نيسو، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو. [آل عمران: 64].
مسلمان ته څه کول په کار دي؟
مسلمان ته په کار دي چې په دې شپږ ارکانو ایمان راوړي:
په الله جل جلاله ایمان او دا چې هغه خالق، روزي ورکوونکی، چار سمبالی او مالک دی، د هغه په شان هېڅ شی نشته، هغه نه مېرمن لري او نه زوی، او هغه یوازې د عبادت مستحق دی او دا چې له هغه سره د بل چا عبادت ونه شي، او دا عقیده وساتل شي چې له هغه پرته چې د هر څه عبادت کیږي هغه باطل دی.
په ملائکو ایمان او دا چې دوی د الله تعالی بندګان دي، له نور څخه یې پیدا کړي او دنده یې ورسپارلې چې پر پېغمبرانو علیهم السلام یې وحی نازلوي.
په ټولو هغو کتابونو ایمان چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو علیهم السلام نازل کړي دي (لکه: تورات او انجیل – مخکې له دې چې تحریف شي) او وروستی کتاب قرآن کریم.
په ټولو پېغمبرانو علیهم السلام ایمان راوړل لکه: نوح، ابراهیم، موسی، عیسی علیهم السلام او د دوی وروستی محمد صلی الله علیه وسلم، او دا چې دوی ټول له انسانانو څخه وو، د وحی په واسطه یې د دوی ملاتړ کړی او هغه نښې او معجزې یې ورکړې چې د دوی د ریښتینولۍ څرګندونه کوي.
د آخرت په ورځ ایمان چې کله به الله جل جلاله مخکني او وروستني راژوندي کوي او الله تعالی به د خپل مخلوق په مینځ کې قضاوت کوي، مومنان به جنت او کافران به دوزخ ته داخل کړي.
په تقدیر باور او دا چې الله په هر څه پوهیږي، څه چې پخوا وو او څه به چې په راتلونکي کې وي، او دا چې الله پوه دی او دا هر څه یې لیکلي دي، او د دې اراده یې کړې ده او هر څه یې پيدا کړي دي.
او په هغه ډول د الله تعالی عبادت وکړې چې هغه یې امر کړی دی، لکه لمونځ، زکات، روژه او حج؛ په دې شرط چې د لارې د ورتللو توان یې ولرې، بیا باید خپل دین زده کړي، کوم یې چې په دنیا کې د نېمګرغۍ او په آخرت کې د نجات سرچینه ده.
Related books
All books
زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟75 ژبېزه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟
هر څه د خالق د وجود څرګندونه کوي اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي؟ په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟ انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟ تاسو د خپل بدن او د ژوندیو موجوداتو په سیسټمونو کې دا دقیق جوړښت څنګه تشریح کوئ؟ او دا چا لومړی پېدا کړی دی؟ دا لوی کاینات څنګه د کلونو په تېرېدو د خپلو قوانینو سره منظم چلیږي او برقرار پاتې دي؟
کائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟72 ژبېکائنات چا پېدا کړي؟ زه چا پیدا کړی یم؟ او ولې؟
ایا زه په سمه لار یم؟ اسمانونه او ځمکه او په دوی کې لوی مخلوقات چې احاطه کېدلی نه شي، چا پیدا کړي دي ؟ په اسمان او ځمکه کې دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟ انسان چا پیدا کړی او هغه ته د اورېدلو، لیدلو، عقل، پوهې لاسته راوړلو او په واقعیتونو د پوهېدلو وړتیا چا ورکړې ده؟
ایا تا له خپل ځانه پوښتلي چې چا پیدا کړی یې؟ ولې یې پيدا کړی یې؟ او دا چې پس له مرګه څه راځي؟68 ژبېایا تا له خپل ځانه پوښتلي چې چا پیدا کړی یې؟ ولې یې پيدا کړی یې؟ او دا چې پس له مرګه څه راځي؟
دا کتاب د وجود او خلقت په اړه پوښتنې څېړي، او په عقلي توګه د یو حکیم او کامل خالق شتون ثابتوي، دا څرګندوي چه د ژوند مقصد یوازې د الله تعالی عبادت دی، او دا چې اسلام یوازینی حق او خوندي شوی دین دی، او همدارنګه د الله په رسول؛ محمد (صلی الله علیه وسلم) ایمان او د هغه د تعلیماتو پیروۍ ته بلنه، او د شرک په اړه خبرداری ورکوي، او په آخرت کې د حساب او اجر په ورکول کېدو ټینګار کوي.
اسلام د الله د رسولانو دین دی85 ژبېاسلام د الله د رسولانو دین دی
اسلام د کائناتو خالق او د چارو سمبالوونکي ذات ته د محبت او تعظیم له مخې تسلیمېدلو ته وایي. د اسلام اساس په الله جل جلاله ایمان لرل دي، او دا چې هغه خالق دی او له هغه پرته نور هرڅه مخلوق دي، او دا چې هغه یواځې د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري، له هغه پرته په حقه هېڅوک د عبادت وړ ندی، د هغه لپاره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي، او هغه مطلق ذات دی چې له هرې نېمګړتیا پاک دی، نه یې څوک زیږولی، نه له چا زیږیدلی او نه کوم سیال او برابر لري، له خپلو مخلوقاتو څخه په هېڅ شي کې نه منحل کیږي. اسلام د الله تعالی هغه دين دی چې له هغه پرته بل هېڅ دين له خلکو څخه نه مني او دا هغه دين دی چې ټولو انبياوو…