هل سألت نفسك؟ من خلقك؟ ولماذا؟ وماذا بعد الموت؟
كتاب: هل سألت نفسك ؟ من خلقك؟ ولماذا ؟ وماذا بعد الموت؟ كتاب مختصر يتحدث عن إجابة أسئلة الإنسان الوجودية ويحرك الفطرة بضرب بعض الأمثلة والحجج العقلية وبيان دلائل الإسلام بأسلوب مختصر.
ایا تا له خپل ځانه پوښتلي دي چې چا پیدا کړی یې؟ او ولې یې پیدا کړی یې؟ او دا چې پس له مرګه څه راځي؟
د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
اې انسانه، ته چا پیدا کړی یې؟ که ته خپل بدن په مایکروسکوب وګورې، نو ته به د دقت او معجزو یوه نړۍ ووینې، ستا په بدن کې هره حجره په خپل ځان کې جینیټیکي معلومات لري، چې کوډونه یې پیچلي دي، آیا تاسو کله هم له ځانه پوښتلي چې دا کوډونه چا لیکلي دي؟ او چا هر یو په خپل مناسب ځای کې ځای پر ځای کړي دي؟
هره لوړه ودانۍ، او هر کوچنی کور، د خپل جوړونکي کیسه بیانوي؛ نو ایا دا معقوله ده چې دا پراخ او په ښکلي، دقیق او منظم ډول جوړ شوي کائنات، بې له جوړوونکي څخه را منځته شوي وي؟!
اې انسانه! لکه څنګه چې ستا ذهن به دا ونه مني که وویل شي چې یو ښکلی جوړ شوی ځیرک ټیلیفون ناڅاپه له ډیزاینر او جوړوونکي پرته راڅرګند شوی دی، یا دا چې د وسایلو یوه پیچلې شبکه د پروګرامر او لارښود پرته په یو عالي همغږۍ او دقت سره کار وکړي، همدا رنګه عقل به دا هم ونه مني چې وویل شي: دا لوی کائنات، چې ښکلا، دقیق نظام او پیچلي قوانین لري، پرته له جوړوونکي څخه رامنځته شوي وي؟!
په دې کائناتو کې هره ذره، له کوچنۍ اټوم څخه تر لویې کهکشان پورې، د خپل خالق د عظمت څرګندونکې ده! دا عقلاً ناممکن ده چې دا ښکلی او دقیق نظام له بی ترتیبۍ څخه رامنځته شوی وي، عقل هېڅکله دا نه مني چې دا کاینات له هیڅ څخه رامینځته شوي وي او یا دا چې دا پیچلی او حیرانوونکی نظام د یو ړانده چانس محصول وي!
لکه څنګه چې صحیح عقل او سالم فطرت انسان د کایناتو د خالق په شتون ایمان لرلو ته هڅوي، همدا راز موږ هم هڅوي چې د دې خالق په صفتونو او پر موږ یې د حقونو په اړه فکر وکړو.
د دې خالق د صفتونو په اړه غور کول زموږ لپاره د ژورې پوهې دروازې پرانیزي، چې ښيي هغه د مطلق کمال خاوند او له هر عیب څخه پاک وي.
دا پدې معنا ده چې خالق تعالی د ټولو ښکلو او عظيمو صفتونو څښتن دی، هغه تعالی په هر شي قادر، په هر شي پوه او ټول هغه څه یې چې پیدا کړي او یا مقدر کړي؛ حکيم دی، دا کمال يواځې يو احتمال نه، بلکې د عقل اړتيا ده، ځکه چې که د هغه په صفاتو کې کومه نيمګړتيا وي، نو په پیدایښت او نظام کې به نيمګړتيا راڅرګنده شي، او دا هغه څه دي چې موږ يې په کائناتو کې د محکم او پرته له عيب څخه د نظام په توګه وینو.
همدارنګه، له نېمګړتیاوو څخه پاک والی دا لازموي چې خالق د خپلو مخلوقاتو څخه بې نیازه وي، او هیچا ته اړتیا نلري، بلکې ټول مخلوقات د خپل وجود او بقا لپاره هغه ته محتاج دي، هغه (جل جلاله) د شریک او اولاد څخه پاک دی، ځکه چې دا دواړه د نقص او عجز څرګندوونکي دي، او الله (عز وجل) د دې ټولو څخه پاک دی.
نو کله چې الله تعالی لوی خالق دی، د کمال او عظمت په صفاتو کې ځانګړی دی، هغه ذات چې مونږ او ټول کاینات یې له نشت څخه پیدا کړي یو او هر څه چې پدې کایناتو کې دي د هغه ملکیت دی، او هغه ذات چې موږ ته روزي راکوي او خپل رحمت راباندې کوي، او هغه د هر شي تدبیر او اداره کوونکی دی؛ نو آیا موږ ته لازم نه دي چې منندویي یې وکړو او په دې فکر کې شو چې د هغه خوښي څنګه ترلاسه کړو، او هغه واجب حق چې پر موږ یې لري، څنګه ادا کړو؟ او د هغه هدف د ترلاسه کولو لپاره زیار وباسو چې موږ یې د هغه لپاره پیدا کړي یو؟!
آیا دا منطقي ده چې الله تعالی موږ پیدا کړي او بیا موږ ته ونه ښیي چې زموږ څخه څه غواړي؟ موږ ولي دلته یو؟ زموږ د ژوند مقصد او هدف څه دی؟ تر مرگ وروسته به موږ ته څه پېښېږي؟
زما سره فکر وکړه که یو انسان یوه ډیره ښکلې ماڼۍ جوړه کړي، او د ټېکنالوژۍ پر نويو وسایلو یې سمباله کړي، او کله یې چې د جوړولو کار پای ته ورسېږي او ناڅاپه یې له کوم سبب پرته په بشپړ ډول ویجاړه کړي، آیا دا انسان په حکمت توصیفولی شو؟ آیا ښکاره نه ده چې داسې عمل بې معنی او د عاقل سره نه ښایي؟
نو که دا عمل د یوه انسان په وړاندې ناسم ښکاري، نو څنګه دا تصور کېدی شي چې حكيم او خبیر الله دا ښکلی او بېنظیره نړۍ په داسې ښکلا او تکامل سره رامنځته کړې وي، بیا یې پرته له هدف او حکمت څخه ړنګه کړي؟!
الله تعالی انسانان د یوې لویې موخې لپاره پیدا کړي دي، او هغه دا چې یوازې د هغه ذات عبادت وکړي، کوم چې هیڅ شریک نلري، او د دې لپاره چې هغوی و ازمویي، او هغوی لپاره یې معین وخت ټاکلی دی چې د قیامت په ورځ به یې بېرته را ژوندي کوي ترڅو هغوی سره د ترسره شویو عملونو حساب وکړي؛ نو څوک چې په الله تعالی ایمان راوړي او د هغه بلنه قبوله کړي، هغه ته به د جنت نعمتونه ورکړل شي چې په هغې کې به تلپاتې وي، او څوک چې له حق څخه مخ واړوي هغه به د دوزخیانو څخه وي.
نو عبادت موږ باندې یو حق او مکلفیت دی، ځکه چې د هغه موخې لپاره موږ پیدا شوي یو؛ او دا زموږ د شکر او د الله تعالی په ربوبیت او الوهیت باندې د اعتراف ثبوت دی.
نو په دې فکر وکړه چې الله تعالی هغه ذات دی چې ته یې پیدا کړی یې، او د اورېدو، او لیدلو په څېر دومره نعمتونه یې درکړي دي، چې نه شمېرل کېږي، او هغه داسې ذات دی چې ستا په رګونو کې وینه جاري کوي، او تا ته اوبه او هوا درکوي، او ته په هر وخت کې د هغه ذات محتاج یې، که د هغه رحمت او پاملرنه نه وای، نو ته به هلاک او خپل ځواک به دې له لاسه ورکړای وای، بلکې، هغه مهربان ذات کله چې ته د خپل مور په نس کې جنین او بې وسه وې ستا د رزق کفالت یې کړی دی.
ایا دا عظیم او لوی خالق د دې حق وړ نه دی چې په داسې ډول عبادت یې وشي چې هغه یې غواړي، نه هغه ډول عبادت چې ته یې غواړې؟! فکر وکړه، که ته غواړې خپلې مور ته ډالۍ ورکړې، ایا ته به هغه څه انتخاب کړې چې ستا خوښېږي، یا دا چې ته به هڅه وکړې چې هغه څه باندې ځان پوه کړې چې د هغې د خوښوۍ لپاره مناسب وي؟ په همدې ډول، د الله جَلَّ وَعَلَا عبادت هم باید د هغه په حکم او په هغه ډول ترسره شي چې هغه امر کړی دی، نه د خپلو خواهشاتو او میراثي دودونو په بنسټ.
عبادت بايد په خالص ډول الله تعالی لپاره ترسره شي، هغه ذات چې هېڅ شریک نه لري؛ نو انسان لپاره جواز نه لري چې عبادت د خپل خالق پرته د بل چا عبادت وکړي، تر ټولو لویه ګناه چې ابدي دوزخ پرې لازميږي، د الله سره شریک جوړول دي، په دې معنا چې یو کس د الله پر ځای د هغه د مخلوقاتو عبادت وکړي، لکه د بتانو، لمر، سپوږمۍ، یا د بشر، حیوان، یا د یو صالح سړي عبادت وکړي، دا ټول د شرک او کفر بیلگې دي، او څوک چې په دې حالت مړ شي، د هغه جزا به په جهنم کې د تل لپاره ابدي عذاب وي.
الله جل جلاله ګڼ شمېر انبياء او رسولان رالېږلي دي، ترڅو موږ ته په دې نړۍ کې زموږ د شتون او د ژوند د هدف په اړه خبر راکړي، او ټولو رسولانو یو پيغام درلود، او هغه د اسلام پيغام، او دا چې يوازې باید د خالق عبادت وشي او د هغه سره شريک و نه نیول شي، خو ځينو خلکو د مخکینیو رسولانو په لارښوونو کې تحريف او بدلون راوست، نو الله تعالی د رسولانو وروستی پيغمبر محمد (صلی الله عليه وسلم) راولېږه او پر هغه باندې يې د بشريت لپاره وروستی کتاب، قرآن کريم، نازل کړ. ګڼ شمېر عقلي او علمي شواهد شته چې دا ثابتوي چې قرآن کریم د الله تعالی کلام دی، او دا یوازینی کتاب دی چې تحریف او بدل شوی نه دی، الله جل جلاله په قرآن کریم کې موږ ته خبر راکړی چې هغه به له انسان څخه د اسلام له دین پرته بل څه ونه مني، او دا چې ټولو پیغمبرانو یو پيغام درلود: او هغه د خالق توحید او یوازې د هغه عبادت ته بلنه ورکول دي چې هېڅ شریک نه لري، او همدارنګه، الله تعالی په قرآن کریم کې موږ ته خبر راکړی چې د مومنانو لپاره جنت او د تل لپاره نعمتونه شتون لري، او د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی نه پرته د بل چا عبادت کوي، یا اسلام کې له داخلېدلو څخه انکار کوي، دوزخ او دردناک عذاب شتون لري.
هغه څه چې اسلام له نورو اديانو څخه جلا او ځانګړی کوي، دا دی چې یواځې مسلمانان د عقلي دليلونو او علمي حقایقو په مرسته، او د معتبرو علمي سرچینو پر بنسټ، دا ثابتولى شي چې کوم قرآن کریم چې نن ورځ د دوی په لاسونو کې دی، د الله تعالی له خوا نازل شوی کلام دی، او د هر ډول تغیر او تحریف څخه خوندي دی.
قرآن کریم هغه کتاب دی چې الله تعالی بر خپل پیغمبر محمد ﷺ نازل کړی دی، او څوارلس پیړۍ دمخه یې ټول بشریت ننګولی چې د دې په څیر یو کتاب یا حتی یو سورت راوړي، خو هغوی دا کار ونشو کولی، او دا ننګونه تر نن ورځې پورې دوام لري، پرته له دې چې هیڅوک د فصاحت، بیان، اعجاز او تشریع به برخه کې د قرآن سره برابر یا نږدې هم څه راوړي، د قرآن اعجاز یوازې په هغه ځانګړې ژبه او بیان کې محدوده نه ده، چې د فصاحت او بلاغت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده، بلکې دا هغه ډول عقلي او علمي شواهد هم لري چې په څرګند ډول ثابتوي دا د الله تعالی کلام دی، کله چې قرآن کریم داسې واضح دلایل لري چې دا کتاب د الله تعالی له جانبه دی، نو عاقلانه او منطقي عمل دا دی چې پرې ایمان راوړل شي او د هغه په لارښوونو باندې عمل وشي، د هغه کتابونو پرځای چې بشر تالیف او لاس وهنه یې په کې کړې ده.
سالم عقل موږ ته دا ښیي چې د هغه خالق کلام، چې ځمکه او آسمان یې په بې مثله توګه جوړ او نظام یې په بشپړ ډول سره سمبال کړی، د حقیقت پېژندلو تر ټولو روښانه او ریښتینی سرچینه ده، کله چې په قرآن کې موږ دا ژبنی اعجاز، علمي حقایق، بشپړ تشریعات او له تحریف څخه یې ساتنه وینو، سربېره پر دې چې د پېړیو په اوږدو کې یې ساتنه شوې ده، نو بیا له دې حقیقت څخه تېښته نشته چې ومنو چې دا کتاب د الله تعالی کلام دی.
نو په قرآن کې راغلي حقیقتونو باندې باور کول نه یوازې یو ایماني انتخاب ده، بلکې یو منطقي او عقلاني فیصله ده چې د حقیقت په لټه کې د علم او استدلال سره مطابقت لري.
الله تعالی په قرآن کریم کې دا روښانه کړې ده چې هغه موږ بې ګټې نه یو پیدا کړي، بلکې هغه موږ د خپل عبادت لپاره پیدا کړي یو.
الله تعالى په قرآن کریم کې موږ ته څرګنده کړې ده چې دا دنيايي ژوند چې موږ په کې ژوند کوو، یوه لنډمهاله مرحله ده چې ډېر ژر به پای ته ورسیږي، خو حقيقي او تلپاتې ژوند به په آخرت کې وي، چېرته چې مومنان جنت ته او کافران دوزخ ته داخل شي.
هغه خالق ذات چې موږ یې له عدم څخه پیدا کړي یو، په یقین سره د دې توان لري چې له مرګ وروسته مو بيا ژوندي کړي، او زموږ شاوخوا په کایناتو کې د الله تعالی د لامحدود قدرت او ځواکمنتیا نښې ګورو، چې مړه شیان بيا ژوندي کوي؛ لکه څنګه چې الله تعالی له شنې ونې څخه اور راوباسي، او له وچې ځمکې څخه فصلونه او میوې راوباسي، او د مور په رحم کې د نطفې څخه ماشوم پیدا کوي، نو همدارنګه هغه ذات د دې توان لري چې مړي د قیامت په ورځ د جزا لپاره له قبرونو څخه راپورته کړي، الله په هر شي باندې قادر دی، او دا به ظلم وي چې د ظالم او مظلوم ژوند پرته له حساب او جزا پای ته ورسېږي.
او ممکن چې یو انسان پوښتنه وکړي چې ولې یوازې اسلام (غوره شي)، پرته له نورو دینونو څخه؟!
هغه لوی توپیر چې انسان له نورو مخلوقاتو څخه بېلوي، عقل دی، او د عقل دنده دا ده چې فکر وکړي او د حقایقو په لټه کې اوسي.
اسلام داسې یو دین دی چې صحیح عقل او سالم فطرت سره سمون لري، او د انسان د ژوند د اساسي پوښتنو منطقي ځوابونه وړاندې کوي: ولې موږ دلته یو؟ زموږ د ژوند مقصد څه دی؟ تر مرګ وروسته څه شی دی؟
اسلام پر دې بنسټ ولاړ دی چې خالق یوازې د عبادت وړ دی او دا په "لا إله إلا الله" کې څرګندېږي. دا لومړنۍ شهادت ده، چې په اسلام کې د ایمان اصل دی، او معنی یې دا ده چې نشته په حقه سره لایق د عبادت مګر یوازې الله تعالی دی.
او دغه ګواهي لاندې څیزونو ته شاملېږي:
توحید: په هغه الله ایمان لرل چې یوازې هغه ذات د عبادت وړ دی، شریک، زوی او سیال هم نه لري.
د شرک څخه بېزاري: یعنې ټول هغه بتان او معبودان چې د انسانانو لخوا جوړ شوي دي، په کلکه ردول.
اسلام دا لازم ګڼي، چې مسلمانان باید په ټولو پیغمبرانو ایمان راوړي، او دا چې په عیسی (علیه السلام)، د الله بنده او رسول په توګه ایمان ولري لکه څرنګه چې قرآن کریم خبر ورکړی دی، نه دا چې د الله تعالی زوی دی؛ ځکه چې الله تعالی لوی دی او د هغه لپاره نه ښایي چې میرمنې یا زوی ولري، الله تعالی د مېرمن، زوی او هر څه څخه بې نیازه دی، او الله تعالی موږ ته په قرآن کریم کې خبر راکړی چې عیسی علیه السلام یو پیغمبر و چې الله تعالی ورته ډېرې معجزې ورکړې وې، او هغه یې د دې لپاره لیږلی و چې خپل قوم یوازې د الله تعالی عبادت کولو ته دعوت کړي، هغه ذات چې شریک نه لري، او الله تعالی بیان کړی چې عیسی علیه السلام هیڅکله له خلکو نه و غوښتلي چې د هغه عبادت وکړي، بلکې هغه پخپله د خپل خالق عبادت کاوه، نو که ته غواړې په ریښتیا سره په عیسی علیه السلام باور ولرئ، کوم چې الله تعالی یې خوښوي، نو ته باید اسلام کې داخل شی.
الله تعالی موږ ته په قرآن کریم کې ویلي چې عیسی علیه السلام خپل قوم ته امر کړی چې یوازې د الله تعالی عبادت وکړي او هغوی یې له شرک څخه ډارولي او منع کړي وو.
ایا دا د یو عقلمند انسان لپاره منطقي ده چې د ځان په څیر د یو مخلوق عبادت وکړي، چې وږی او تږی کېږي او د ځان څخه د مرګ یا زیان مخه نشي نیولی؟! ای انسانه! ته څنګه کولی شې، چې د عیسی زوی د مریم عبادت وکړې، هغه یو انسان و چې خوراک او څښاک یې کاوه، او د عبادت او لمونځ له لارې خپل خالق ته یې رجوع کوله؟! ایا عقل د دې تصور کولی شي چې یو معبود خپل ځان لپاره عبادت او لمونځ وکړي؟! ایا الله تعالی هغه ذات نه دی چې د عظمت ځانګړتیا لري، هغه ذات چې په خپل کمال کې بې ساری، او له هر ډول شباهت یا برابرۍ څخه منزه دی، او په کایناتو کې چې هر څه دي د هغه د قدرت او واک لاندې دي؟ دا څنګه ممکن ده چې د آسمانونو او ځمکې خالق له خپل جلال څخه تنازل وکړي، او د یو ماشوم په څېر وزېږېږي، او بیا خپل ځان خپلو مخلوقاتو ته وسپاري تر څو هغوی یې په صلیب باندې وځړوي؟ هغه څوک چې مصلوبېږي او وژل کېږي، هغه فنا کېدونکی بشر دی؛ خو خالق هغه ژوندی ذات دی چې نه مري، هغه قیوم ذات دی چې نه پركالي پرې راځي او نه خوب، ایا د هغه ذات د کمال عظمت او جلال له مخې، هغه ته دا نه ښایي چې له داسې څیزونو څخه پاک او منزه وي؟
الله جل جلاله په قرآن کریم کې موږ ته خبر راکړی چې ټول پیغمبران د یوې رسالې د دعوت لپاره راغلي و، چې اصلي موخه یې خپل قومونه یوازې د الله تعالیٰ عبادت کولو ته بلل و، هغه ذات چې هېڅ شریک نه لري، خو د وخت په تېرېدلو سره، ځینو کسانو دا تل پاتې رساله تحریف کړه، او د توحید هغه وړانګې یې لمنځه یوړې، نو الله تعالی آخری رسول محمد ﷺ را ولېږه، او هغه باندې یې قرآن کریم نازل کړ، تر څو د رسالت توحید تجدید کړي چې د هغه نه مخکې ټولو پیغمبرانو راوړي و.
پایله کې، اې انسانه تا ته وایم:
اسلام د عقل او فطرت دين دی، دا هغه يواځينی دين دی چې د عظيم خالق له خوا د بشريت لپاره مقرر شوی دی؛ نو هر عاقل انسان ته لازم دی چې بیړه وکړي ترڅو په اسلام کې داخل شي، دا چې ایمان راوړي چې الله تعالی یې معبود، او اسلام یې دین، او محمد صلی الله علیه وسلم یې پیغمبر دی، او دا داسې یو کار دی چې انسان لپاره پکې هېڅ اختيار نه شته؛ ځکه چې د قيامت په ورځ به الله تعالی د هر چا څخه د هغه څه په اړه وپوښتي چې رسولانو ته یې ځواب ورکړی و؛ که چېرې مومن وي، نو د هغه لپاره به ستره او عظیمه کاميابي وي، او که چېرې کافر وي، نو د هغه لپاره ښکاره زيان او تاوان دی.
که چېرې ته د دنيا په ریښتینې خوشحالۍ او د آخرت د نجات لټوونکی یې، نو پوه شه چې ستا په ژوند کې تر ټولو لویه او ګټوره پریکړه دا ده چې اسلام ومنې. د دې کار لپاره ته باید د زړه له تله دغه دوې کلیمې ووايې: "أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا رسول الله"، ژباړه: "زه ګواه یم چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او ګواه یم چې محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله استازی دی"، بیا خپل دین زده کړه او د دوو شهادتینو د غوښتنو (مقضیاتو) سره سم عمل وکړه، کوم چې پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړل، او د اسلام د ارکانو پابند پاتې کېدل دي.
همدا اوس یې ووایه، او مه بې زړه کېږه؛ ځکه چې مرګ ناڅاپه راتلای شي، نو داسې مهمه پرېکړه مه ځنډوه، شیطان ته دا فرصت مه ورکوه چې تا له خیر کار څخه منع کړي، زړور اوسه، او د رڼا او لارښوونې په لور خپله لاره پیل کړه.
همدا اوس خپله پرېکړه وکړه، او د اطمینان او رضایت څخه ډک نوی ژوند پیل کړه.
"أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا رسول الله"