په دې کتاب "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت " کې شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه په ساده انداز او کره میتود کې لنډیز کړې ده چې د مستندو دلایلو پر بنسټ ولاړ مېتود دی، ترڅو د مسلمانانو لپاره په لمانځه کې د لارښود په توګه کار وکړي، په دې کې یې د لمانځه ارکان، سنتونه او طریقه له اوداسه څخه تر سلام اړولو پورې بیان کړې ده، چې دلیل او تشریح یې دواړه سره یو ځای کړي دي، هغه (مسلمانانو) ته بلنه ورکړې ده چې په ستر عبادت (لمانځه) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې بشپړه اقتدا وکړي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا:ژباړه: (له طهارت (اودس) پرته لمونځ نه قبلیږي).() مسلم، په (224) شمېره روایت کړی.
او هغه کس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا چې ناسم لمونځ یې کړی و:ژباړه: (کله چې لمانځه ته پاڅېدې نو بشپړ اودس وکړه).() بخاري په: (5782) شمېره روایت کړی.
۲ - لمونځ کوونکی چې هر ځای کې وي قبلې یعنې کعبې شریفې ته په ټول بدن سره مخ کوي، په داسې حال کې چې په زړه کې به یې د هغه وخت د لمانځه کولو اراده کړي وي؛ هغه که فرض لمونځ وي اویا نفل، او په ژبه به نیت نه وایي؛ ځکه چې په ژبه یې ویل روا نه دي، بلکې دا یو بدعت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو په ژبه نه دی ویلی، او مخې ته به ستره ږدي چې لمونځ ورته وکړي، برابره خبره ده که امام وي، یا منفرد، او قبلې ته مخ کول د لمانځه لپاره شرط دی، پرته له یو څو ښکاره مسائلو څخه چې د علماوو په کتابونو کې یې په اړه وضاحت شوی دی.
۳ - د : الله اکبر په ویلو سره تحریمه تکبیر کوي، او د سجدې ځای ته ګوري.
۴ - د تکبیر پر مهال خپل لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي.
۵ - لاسونه پر سینه ږدي، ښی لاس پر چپې پنجې او مړوند د پاسه، ځکه چې همداسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي دي،
۶ - د استفتاح دعا ویل سنت ده، چې په لاندې ډول ده:ژباړه: (اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه).[۴] بخاري په: (۷۴۴) شمېره، او مسلم په: (۵۹۸) شمېره روایت کړی دی.
او که یې غوښتل نو د دې پر ځای دې ووایي:ژباړه: (اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته).که چېرته یې د دې پر ځای بله د استفتاح دعا وویله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابته وي نو باک نه لري، خو غوره دا ده چې کله دا دعا ووایي او کله بله، ځکه همدا د پیروۍ له اړخه بشپړه طریقه ده، بیا: أعوذ باللّه من الشيطان الرجيم. او: بسم الله الرحمن الرحيم وایي، او فاتحه لولي لکه چې فرمایي:ژباړه: «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله) یې نه وي لوستلي»،او ورپسې په جهري لمونځ کې په لوړ اواز سره آمین وایي، او په خفیه لمونځونو کې یې په پټه وایي، غوره دا ده چې په ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن لمونځونو کې له فاتحې وروسته له اوساط المفصل څخه یو سورت ولولي (يعنې له النبأ څخه تر اللیل پورې سورتونه) او د سهار په لمونځ کې د طوالو (یعنې له ق څخه تر البروج پورې سورتونو) څخه او په ماښام کې کله له طوالو څخه او کله هم له قصارو (له الضحی څخه تر الناس پورې سورتونو) څخه ولولي، تر څو پر هغو احادیثو عمل وشي چې په دې اړه راغلي دي.() مسلم په: (399) شمیره روایت کړی.() بخاري په: (756) شمیره روایت کړی.
۷ - د تکبیر په ویلو سره دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي، بیا رکوع ته ځي، په رکوع کې خپل سر د ملا سره برابروي او دواړه لاسونو پر زنګنونو داسې ږدي چې ګوتې یې سره جلا وي او په مطمئن ډول رکوع کوي او په رکوع کې: (سبحان ربی العظیم) وایي، غوره طریقه دا ده چې درې ځلې او یا له دریو زیات یې تکرار کړي، سربیره پر دې ورته مستحب دي چې له دې سره:ژباړه: (اې زموږ ربه تا لره پاکي ده، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه)،() بخاري، په: (817)، او: مسلم په: (484) شمېره روایت کړی.
۸ - له رکوع څخه سر راپورته کوي او دواړه لاسونه د اوږو او یا غوږونو برابر پورته کوي او وایي:ژباړه: «الله د ثنا ویونکي غږ واورېده».که چیرته امام او یوازې لمونځ کوونکی و، او د ودریدو پر مهال وایي:ژباړه: «ای ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي، ډېرې پاکې او مبارکې ستاینې، د آسمانونو او ځمکې او د هغو تر منځ د مخلوقاتو د ډکوالي په اندازه، او په اندازه د ډکوالي د هغو شیانو چې تا وروسته غوښتي دي».() بخاري، په: (711) شمیره، او: مسلم په: (598) شمېره روایت کړی.
او د هر یو لپاره مستحب دي چې له رکوع وروسته هم لاسونه پر سینه کیږدي لکه څنګه یې چې مخکې اېښودلي وو، ځکه داسې څه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وائل بن حجر او سهل بن سعد رضي الله عنهما له حدیث څخه ثابت دي.
۹ - په تکبیر ویلو سره سجدې ته ځي، داسې چې که یې کولی شول نو زنګنونه به له لاسونو مخکې لګوي، خو که ورته سخته وه نو کولی شي لاسونه له زنګنونو مخکې ولګوي او د پښو ګوتې به یې قبلې لور ته تاوې کړي وي، د لاسونو ګوتې به یې هم قبلې لور ته غځولې وي او په اوو اندامونو به سجده کوي چې عبارت دي له: تندی سره له پوزې، داوړه لاسونه، دواړه زنګنونه او د دواړو پښو د ګوتو تلي، او په سجده کې به: (سبحان ربی الأعلی) وایي، سنت طریقه دا ده چې درې او یا له دریو څخه یې زیات ځلې تکرار کړي، سربیره پر دې ورته مستحب دي چې ووايي:ژباړه: «پاکې ده تالره ای ربه، ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه».او زیاته دعا دې کوي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چې فرمایي:(أما الركوع فعظموا فيه الرب، وأما السجود فاجتهدوا في الدعاء فقمن أن يستجاب لكم) ([11]) ژباړه: «هر چې رکوع ده په هغې کې د الله رب العزت لويي بيانوئ، او په سجده کې په دعاء کې ښه کوښښ کوئ او دا ډېره وړ ده چې هغه دعا مو قبوله شي».() مسلم په: (479) شمېره روایت کړی.
او د خپل رب څخه د دنیا او آخرت د خېر سوال کوي،برابره خبره ده که لمونځ فرض، یا نفل وي، او د سجدې پر مهال به لاسونه له تشو، خېټه له ورنونو، ورنونه له پنډیو لرې ساتي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا سره سم به څنګلې له ځمکې څخه پورته کوي لکه چې فرمایي:ژباړه: (په سجده کې برابر اوسئ، او ستاسو څخه دې یو تن د سپې په څېر خپلې څنګلې نه غړوي)() بخاري په: (788)، او مسلم په: (493) شمېره روایت کړی.
۱۰ - د تکبیر په ویلو سره له سجدې سر راپورته کوي، چپه پښه غړوي او پرې کیني او ښۍ پښه دروي، دواړه لاسونه پر ورنونو او زنګنونو ږدي.او : (رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني واجبرني) ([13]) وایې: یعنې: «ای زما ربه! ماته بښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ماته لارښوونه وکړه، روزي راکړه، له هرې بلا مې وژغوره او نېمګړتیا مې رفع کړه».او په ناسته کې مطمئن کیني (داسې چې هر غړی خپل ځای ته ورسیږي).() ترمذي په: (284)، أبو داود په: (850) او ابن ماجه په: (898) شمیره روایت کړی دی.
۱۱ - د تکبیر په ویلو سره دویمه سجده کوي او هر هغه څه یې چې په لومړۍ سجده کې کړي دي پدې کې یې هم کوي.
۱۲ - د تکبیر په ویلو سره سر راپورته کوي، لنډه ناسته کوي لکه د دوو سجدو په مینځ کې چې دې ته د استراحت جلسه وایي او دا ناسته مستحب ده، او که چېرته یې پرېښوده نو څه خبره نشته، او پدې ناسته کې هیڅ ذکر او یا دعا نشته، بیا دویم رکعت ته د زنګنونو په نیولو سره پورته کیږي؛ البته که یې کولی شول او که ورته سخته وه کولی شي پر ځمکه لاسونه ولګوي، بیا فاتحه او ورپسې له قرآن کریم څخه یو آسان سورت لولي، بیا هغه څه کوي چې په لومړي رکعت کې یې کړي دي.
۱۳ - که چیرته لمونځ دوه رکعتي و لکه: د سهار، جمعې او اخترونو لمونځونه، نو له دویمې سجدې وروسته به داسې کیني چې ښۍ پښه ودروي او چپه وغوړوي، ښی لاس پر ښي ورون کیږدي، د لاس ټولې ګوتې دې بندې کړي پرته له مسواکۍ څخه چې په هغې سره به د الله تعالی یووالي ته اشاره کوي، او که داسې یې وکړل چې د ښي لاس کچۍ او ورپسې ګوتې بندي کړي او غټه ګوته له منځۍ ګوتې سره حلقه کړي او په مسواکۍ سره اشاره وکړي نو ښه ده، ځکه دا دواړه طریقې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابتې دي، او غوره دا ده چې کله دا طریقه او کله بله عملي کړي، او چپ لاس به پر چپ ورون او چپ زنګون ږدي، او په دې ناسته کې به تشهد وایي چې په لاندې ډول دی:ژباړه: «ټول ژبني، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی».بیا وايي:ژباړه: (یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت و اوروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې، یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه و اوروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې).() بخاري، په: (797) شمېره، او مسلم په: (402) شمیره روایت کړی دی.
بيا یې چې د دنيا او آخرت له ښېګڼو هر څه غوښتل هغه دعا دې وکړي او که د خپل مور او پلار يا نورو مسلمانانو لپاره یې دعا کوله نو باک نه لري، -برابره خبره ده که دا لمونځ فرض او یا نفل وي- د هغه څه پر بنسټ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې فرمایلي، کله یې چې هغه ته تشهد ورښود (نو ورته یې وویل چې) بیا یې چې هره دعا خوښه وه هغه دې وغواړي.ژباړه: (بیا به له دعا څخه هغه غوره کوي چې ورته ښه ښکاري).او په بل عبارت:ژباړه: (بیا چې هر څه غواړي هغه دې وغواړي).() نسائي په: (1298) شمیره روایت کړی.() مسلم په: (402) شمیره روایت کړی.
او دا د دنیا او آخرت ټولو ښېګڼو ته شاملیږي.۱۷ - بیا ښي او چپ لور ته د السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَة اللهِ، السَّلام عَلَيْكُم ورَحمَةُ اللهِ. په ویلو سره سلام ګرځوي،
درې دیرش ځلې (سبحان الله)، درې دیرش ځلې (الحمد لله) او درې دیرش ځلې (الله اکبر) وایي او د سلو د پوره کولو لپاره: (لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير)، وایي، او د هر لمانځه پسې (آیة الکرسي)، (قل هو الله احد)، (قل أعوذ برب الفلق) او (قل أعوذ برب الناس) وایي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیث مطابق د سهار او ماښام لمونځونو پسې د دې سورتونو درې ځلې تکرارول مستحب دي، او دا اذکار ټول سنت دي، فرض نه دي،
او د هر مسلمان؛ نارینه او ښځینه لپاره مشروع دي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته او وروسته ترې دوه رکعته، د ماښام د لمانځه پسې دوه رکعته، د ماخوستن د لمانځه پسې دوه رکعته او د سهار د لمانځه نه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي چې دا ټول دولس رکعته کیږي، او دې رکعتونو ته رواتب ویل کیږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله مقیم و نو تل به یې کول،خو په سفر کې به یې د سهار له سنتو او وترو پرته نور پرېښودل، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار سنت او وتر دواړه د اقامت او سفر دواړو حالتونو کې کول، او غوره دا ده چې رواتب لمونځونه او وتر په کور کې وشي، خو که په جومات کې یې وکړل باک نه لري، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې فرمايي:ژباړه: (د سړي لپاره غوره لمونځ هغه دی چې هغه یې په کور کې کوي پرته د فرضي لمونځونو څخه).() بخاري په: (6860) شمیره روایت کړی.
او دې رکعتونو ته پاملرنه جنت ته د داخلیدو له اسبابو څخه دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:ژباړه: (چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي).() مسلم په: (728) شمېره روایت کړی.
او که چیرته یې څلور له مازدیګر نه مخکې، دوه له ماښام نه مخکې او دوه له ماخوستن څخه مخکې وکړل نو ښه ده؛ ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پدې اړه حدیث ثابت دی، او که یې له ماسپښین څخه وروسته څلور او مخکې ترې څلور وکړل نو ښه ده، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:ژباړه: (څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي).معنا دا چې له ماسپښین نه وروسته په راتبه سنتو دوه رکعته ورزیاتوي؛ ځکه چې راتبه سنت ترې څلور مخکې او دوه وروسته دي. نو کله چې وروسته ترې دوه ورزیات کړي نو د ام حبیبې -رضي الله عنها -په حدیث کې یاد شمېر تر لاسه کیږي.() أحمد په: (25547)، او ترمذي په: (393) شمیره او أبو داود: په (1077) شمېره روایت کړی.
الله تعالی توفیق ورکوونکی دی، وصلى اللّه وسلم على نبينا محمد بن عبد الله وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان إلى يوم الدين،،،
د علامه شیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله لخوا لیکل شوی کتاب "د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام" چې د قرآن او سنت پر بنسټ د پاکوالي، لمونځ او جنازه په واضح ډول تشریح کوي، د دې کتاب موخه داده چې مسلمان خپل عبادتونه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د منهج مطابق، په بصیرت او پوهې سره ترسره کړي، همداراز، دا کتاب د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د طریقي په پیروي کې هڅه کوي، او د اسانتیا او التزام ترمنځ توازن ساتي، همدارنګه اخلاص او پیروي ته تشویقوي ترڅو عبادتونه د الله جل جلاله لپاره د منلو وړ او د هغه تعالی نږدې والی حاصل شي.
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر
23 ژبې
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر
لیکنه: عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد؛ المرسل رحمة للعالمين، وعلى آله وأصحابه الذين حملوا كتاب ربهم سبحانه وسنَّة نبيهم -صلى الله عليه وسلم- إِلى من بعدهم، بغاية الأمانة والإتقان، والحفظ التام للمعاني والألفاظ - رضي الله عنهم وأرضاهم - وجعلنا من أتباعهم بإِحسان. وحجة على العباد أجمعين أما بعد : پخوانیو او اوسنیو علماوو پدې اتفاق کړی دی چې د احکامو د اثبات او د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې -چې باطل ورته نه له مخکې او نه له شا راتګ کولی شي - د حلالو او حرامو د بیانولو -…
بسم الله الرحمن الرحیم لنډ نصاب د نوي مسلمان لپاره د ټولګي تعلیمي نصاب بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله الذي هدانا للإسلام، ودلّنا إلى سبل السلام، وبعث فينا خير الأنام، صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا. أما بعد: موږ خوښ یو چې تاسو ته دا کورس وړاندې کوو چې ریښتینی دین (د اسلام دین) معرفي کوي او د هغه علمي او عملي اړتياوې بیانوي، د دې لپاره چې ستا د دین په پیژندلو کې ستا لپاره چابي او د اسلام د احکامو په پلي کولو کې درسره مرسته کوونکی شي. دا کورس تاسو ته دا شیان وړاندې کوي: