هغه تېروتنې چې ځینې حاجیان یې تر سره کوي
د عالیقدر شیخ علامه الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي. بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله رب العالمين، وأصلي وأسلم على نبينا محمد خاتم النبيين، وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد: الله تعالی فرمایلي: (بېشكه ستاسې لپاره د رسول الله په وجود كې د يو غوره مشرتابه بېلګه شته، د هغه چا لپاره چې د الله او آخرت ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي). [الأحزاب سورت: ۲۱آیت]. او الله - تعالی - فرمایلي: (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
هغه تېروتنې چې ځینې حاجیان یې تر سره کوي
د عالیقدر شیخ علامه
محمّد بن صالح العثيمين
الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي.
بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله رب العالمين، وأصلي وأسلم على نبينا محمد خاتم النبيين، وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:
الله تعالی فرمایلي: (بېشكه ستاسې لپاره د رسول الله په وجود كې د يو غوره مشرتابه بېلګه شته، د هغه چا لپاره چې د الله او آخرت ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي). [الأحزاب سورت: ۲۱آیت]. او الله - تعالی - فرمایلي: (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: ۱۵۸آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: ((ای نبي!) ته ووايه كه په رښتيا الله سره مينه كوئ نو زما (خبره) ومنئ، الله به هم درسره مينه وكړي او ګناهونه به مو دروبخښي او الله بخښونكى مهربان دى) [آل عمران سورت: 31 ایت]، او الله - تعالی - فرمایلي: (نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې) [النمل سورت: ۷۹ایت]، او الله - تعالی - فرمایلي: (نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟) [يونس سورت: ۳۲ایت]،
هر هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونې او طریقې سره په ټکر کې وي، باطل او ګمراهي ده، او پر ترسره کوونکي یې بیرته ور مردود دی لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که څوک داسې کوم کار وکړي چې زمونږ د دين امر پرې نه وي، هغه مردود دی»[۱] يعنې: پر مالک یې بیرته ورګرځول شوی او ترې نه قبلیږي. [۱] مسلم په کتاب الأقضیة، باب نقض الأحکام الباطلة کې په: (۱۷۱۸/۱۸) شمېره روایت کړی، او بخاري په همدې معنا سره په کتاب الصلح، باب ِاذا اصطلحو علی صلح جور فالصلح مردود، کې په: (۲۶۹۷) شمېره د عائشې رضی الله عنها له حدیث څخه روایت کړی.
ځینې مسلمانان - الله تعالی دې ورته هدایت وکړي او توفیق دې ورکړي - په ډیری عبادتونو کې داسې کارونه کوي چې د الله تعالی په کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو کې نه دي بیان شوي، په ځانګړې توګه د حج په جریان کې چې ډیری خلک پرته له پوهې فتوا ورکولو ته بیړه کوي، تر دې چې د مفتي موقف د ځان ښودنې او شهرت له امله د ځینو خلکو لپاره سوداګري ګرځیدلې ده، او په پایله کې ګمراهۍ او بې لاریتوب رامینځته شوی دی. نو پر مسلمان واجب دي چې په فتوا ورکولو کې بیړه ونه کړي او د هغې پوهې پر بنسټ فتوا ورکړي چې الله تعالی سره به پرې مخ کیږي، ځکه چې دی د الله تعالی له خوا د پیغام رسولو په موقف کې دی او د هغه له خوا وینا کوونکی دی، نو د فتوا ورکولو پر مهال دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د الله تعالی دا وینا را په زړه کړي: (او كه ده پر مونږ له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وې، هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى، بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى و، نو بيا به له تاسې هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو) [الحاقة سورت: ایتونه ۴۴-۴۷]. او د الله تعالی دغه وینا: (ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [الأعراف سورت: ۳۳آیت]،
او د حاجیانو ډیری غلطۍ له همدې څخه رامینځته کیږي - یعنې: پرته له پوهې فتوا ورکول - او د عامو خلکو له خوا پرته له دلیل څخه د یو بل تقلید کول.
او موږ - د الله تعالی په مرسته- د هغو اعمالو په اړه د سنت حکم بیانوو چې غلطۍ پکې عامې دي، په داسې حال کې چې غلطۍ یې په ګوته کوو له الله تعالی څخه توفیق غواړو او ترې سوال کوو چې زموږ مسلمانانو ورونو ته پرې ګټه ورسوي؛ یقینا چې هغه سخي ذات دی.
احرام او په احرام کې تېروتنې
په (صحیحینو) کې له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې د خلکو لپاره: ذوالحلیفه، د شام د خلکو لپاره: الجحفه، د نجد خلکو لپاره: قرن المنازل، او د یمن د خلکو لپاره: یلملم میقات وټاکل او ویې فرمایل: «دغه میقاتونه د هغو خلکو لپاره دي چې د حج او عمرې اراده ولري او پر دې میقاتونو تېرېږي او د دې مناطقو اوسېدونکي نه وي». [۲] بخاري په: كتاب الحج، باب مهل أهل الشام کې په:(۱۵۲۶) شمېره، او مسلم په: كتاب الحج، باب مواقيت الحج کې په: (۱۱۸۱) شمېره روایت کړی دی.
او له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عراق د خلکو لپاره: ذات عرق مېقات وټاکه. ابو داود او نسائي روایت کړی[۳]. [۳] أبو داود په: كتاب المناسك، باب في المواقيت کې په (۱۷۳۹) شمېره، او نسائي په: كتاب المناسك، باب ميقات أهل العراق کې په: (۲۶۵۷) شمېره روایت کړی.
او په (صحیحنو) کې هم د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يُهِلُّ أَهْلُ الْمَدِينَةِ مِنْ ذِي الْحُلَيْفَةِ، وَيُهِلُّ أَهْلُ الشَّامِ مِنَ الْجُحْفَةِ، وَيُهِلُّ أَهْلُ نَجْدٍ مِنْ قَرْنٍ» «د مدینې خلک له ذی الحلیفې، د شام خلک له جحفې او د نجد خلک له قرن څخه احرام کوي». حدیث [۴]. [۴] بخاري په كتاب الحج، باب ميقات أهل المدينة کې په: (۱۵۲۵) شمېره، او مسلم په: كتاب الحج، باب مواقيت الحج والعمرة کې په: (۱۱۸۲/۱۳). روایت کړی دی.
نو دا مېقاتونه چې د رسول الله- صلی الله علیه وسلم لخوا ټاکل شوي شرعي، توقیفي او له مشرع څخه په میراث راپاتې بریدونه دي چې هیڅوک بدلون نه شي ورکولی او نه پرې تېری کولی شي او نه ورته روا دي چې له احرام پرته پرې راتېر شي، البته پدې شرط چې د حج یا عمرې اراده ولري؛ ځکه دا سرغړونه د الله تعالی په بریدونو تېری بلل کیږي، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: (او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي، همدا کسان ظالمان دي). [البقرة: ۲۲۹]. او ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابن عمر رضی الله عنهما په حدیث کې ویلي دي چې: «يُهلُّ أَهلُ المدينة... وَيُهِلُّ أهلُ الشام... وَيُهِلُّ أهل نجد»، «یعنې د مدینې اوسیدونکي به احرام کوي...د شام اوسیدونکي به احرام کوي او د نجد اوسیدونکي به احرام کوي». دا یوه خبرتیا ده چې د امر معنی لري، او اهلال د تلبیې پر مهال غږ پورته کولو ته وایي، او دا یوازې د احرام له تړلو وروسته وي.
نو له دې میقاتونو څخه احرام د هر هغه چا لپاره واجب دی چې د حج یا عمرې اراده لري کله چې پرې تیریږي او یا یې له برید څخه تیریږي، برابره خبره ده چې که د وچې له لارې تیریږي او یا د هوا له لارې.
نو که چیرته د ځمکې له لارې و او پرې تیرېده او یا یې له بریده څخه تیریده نو هلته به تم شي او هغه څه به کوي چې د احرام تړلو پرمهال یې کوي، لکه غسل کول، په بدن خوشبوی لګول او د احرام جامې اغوستل او مخکې له دې چې له میقات څخه ووځي باید احرام وتړي.
او که چیرته د سمندر له لارې و او بیړۍ د میقات له برید څخه تیریده، نو اودس کوي، خوشبوی لګوي او د بیړۍ د ودریدو پر مهال د احرام جامې اغوندې او له حرکت څخه یې مخکې احرام کوي او که چېرته د میقات له برید سره نه دریده نو غسل کوي، خوشبوی لګوي او مخکې له دې چې بیړۍ د میقات له برید څخه تېره شي د احرام کالي اغوندي، او برید ته له رسیدو سره سم احرام تړي.
او که چیرته د هوا له لارې و، نو الوتکې ته د ختو پر مهال (له ختلو مخکې) غسل کوي، عطر لګوي او د میقات برید ته له رسیدو مخکې د احرام جامې اغوندي او میقات ته تر رسیدو پورې انتظار نه کوي، ځکه چې الوتکه په چټکۍ سره د هغه له خوا تیریږي او چانس نه ورکوي، خو که چیرته یې د احتیاط له مخې مخکې احرام کړی و باک نه لري؛ ځکه دا هغه ته کوم زیان نه رسوي.
او هغه تېروتنه چې ځینې خلک یې کوي دا ده چې دوی په الوتکه کې د میقات د پاسه تیریږي او یا یې له برید څخه تیریږي، خو احرام تر هغه وخته پورې ځنډوي چې د جدې په هوایي ډګر کې ښکته شي چې دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه سرغړونه او د الله تعالی له پولو څخه تیریدل دي.
او په صحيح البخاري کې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی وایي: کله چې دا دوه ښارونه (یعنې: بصره او کوفه) فتح شول، نو دوی عمر رضی الله عنه ته ورغلل او ويې ويل: ای امیر المؤمنینه! رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجد د خلکو لپاره قرن المنازل میقات ټاکلی، په داسې حال کې چې هغه زموږ له لارې څخه چپ دی، او که موږ وغواړو چې قرن المنازل ته لاړ شو، موږ ته ستونزمنه تمامیږي. هغه وویل: په خپلې لارې کې د هغې برابر بريد ته وګورئ."[۵]. نو أمیر المؤمنین چې یو له راشده خلفاوو څخه دی د هغه چا لپاره میقات وټاکه چې د میقات برید ته په رسیدو سره له میقات څخه نه تیریږي، نو څوک چې پرې د هوا له لارې تیریږي داسی دی لکه د وچې له لارې چې پرې تیریږي او تر منځه یې هیڅ توپیر نشته. [۵] بخاري په كتاب الحج، باب ذات عرق لأهل العراق کې په: (۱۵۳۱) شمیره روایت کړی.
نو که چیرته یو څوک دا تېروتنه وکړي او د احرام له تړلو څخه مخکې په جده کې ښکته شي، نو باید بیرته هغه میقات ته لاړ شي چې په الوتکه کې یې په برید راتیر شوی دی او احرام دې ترې وتړي، که داسې یې ونه کړل او له جدې څخه یې احرام وکړ، نو د ډیری علماوو په اند پرې دم دی - چې د حرم په ځمکه کې قرباني وکړي او د هغه ځای په ناچارو یې وویشي او خپله به ترې خوراک نه کوي او نه به ترې کوم څخه بډایه خلکو ته ورکوي؛ ځکه چې دا د کفارې په څیر دی.
طواف، او هغه عملي غلطۍ چې پکې تر سره کیږي
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې د بیت الله د ختیځ یمني کونج (رکن یماني) څخه یې طواف پیل کړ [۶]، او دا چې هغه د بیت الله څخه ټول طواف په داسې بڼه وکړ چې له حجر (حطیم) څخه د باندې و [۷]، او دا چې هغه یوازې د طواف په لومړیو دریو پړاوونو کې رمل (د پهلوانۍ مزل) وکړ، کله چې لومړی مکې ته ورسید [۸]، او دا چې هغه به د طواف پر مهال حجر الأسود لمس او ښکل کاوه [۹]، او هغه به یې په لاس سره لمس کاوه او بیا به یې لاس ښکل کاوه [۱۰]، او دا چې لکړه به یې پرې وهله او بیا به یې لکړه مچې کوله، په داسې حال کې چې په اوښ به سپور و [۱۱]، او په اوښ د پاسه یې طواف کاوه، نو رکن یماني ته به یې په هر ځل تیریدو سره اشاره کوله[۱۲]، او دا ترې هم ثابت دي چې په رکن یماني به یې هم لاس راښکود[۱۳]. [۶] بخاري په كتاب الحج، باب من ساق البدن معه کې په: (۱۶۹۱) (۱۶۹۲) شمېرو او مسلم په: كتاب الحج، باب وجوب الدم على المتمتع کې په: (۱۲۲۷) (۱۲۲۸) شمېره د ابن عمر او عائشې رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی لکه څرنګه چې مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، کې په: (۱۲۱۸) شمیره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی. [۷] بيهقي په: «السنن الكبرى» کې: (۵/ ۹۰) د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی. [۸] بخاري په: كتاب الحج، باب استلام الحجر الأسود حين يقدم مكة کې په: (۱۶۰۳) شمیره او مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب الرمل في الطواف کې په: (۱۲۶۱) شمیره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی، همدا رنګه مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، کې په: (۱۳۱۸) شمیره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی. [۹] بخاري په: كتاب الحج، باب تقبيل الحجر کې په: (۱۶۱۱) شمیره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی. [۱۰] بخاري په: كتاب الحج، باب الرمل في الحج والعمرة کې په: (۱۶۰۶) شمیره او مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب استلام الركنين اليمانيين في الطواف کې په: (۱۲۶۸/ ۲۴۶) شمیره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی. [۱۱] مسلم په: كتاب الحج، باب جواز الطواف على بعير کې په: (۱۲۷۵) شمیره د أبو الطفيل رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی. [۱۲] بخاري په: كتاب الحج، باب من أشار إلى الركن إذا أتى عليه کې په: (۱۶۱۲) شمیره د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی دی. [۱۳] بخاري په: كتاب الحج، باب من لم يستلم إلا الركنين اليمانيين کې په: (۱۶۰۹) شمیره او مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب استلام الركنين اليمانيين في الطواف کې په: (۱۲۶۷) شمیره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت دی.
د حجر الأسو لمس کولو په کيفيت کې اختلاف - الله ښه پوهیږي - د اسانتیا پر بنسټ و. نو هر څه به چې ورته اسان و هغه یې کول، او هر لمس کول او مچې کول یوازې د الله تعالی عبادت او د هغه تعظیم و، نه دا چې د حجر الاسود په اړه یې د ګټې یا زیان رسولو باور درلود.
او په صحیحینو کې له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه به حجر الأسود ښکل کاوه او ویل به یې: «زه پوهیږم چې ته یوه تیږه یې، نه زیان رسولی شې او نه ګټه، او که چېرته مې د الله تعالی رسول نه و لیدلی چې ته یې ښکلولې، ما به نه وې ښکل کړې» []. [۱۴] بخاري په: كتاب الحج، باب ما ذكر في الحجر الأسود کې په: (۱۵۹۷) شمېره، او مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب تقبيل الحجر الأسود کې په:(۱۲۷۰) شمېره روایت کړی دی.
هغه غلطیانې چې له ځینو حجاجو تر سره کیږي:
۱ - حجر الأسود ته له رسیدو مخکې طواف پېلول، یعنې د حجر الأسود او یماني رکن تر منځه، چې دا په دین کې افراط دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې منع فرمایلې ده[۱۵]، او دا کار د ځینو شباهتونو له مخې هغه عمل ته ورته دی لکه څوک چې د رمضان روژې یوه یا دوه ورځې مخکې پیل کړي، حال دا چې نهې ترې راغلې ده [۱۶]. [۱۵] نسائي په: كتاب مناسك الحج، باب التقاط الحصى کې په: (۳۰۵۹) شمېره، او ابن ماجه په: كتاب المناسك، باب قدر حصى الرمي کې په: (۳۰۲۹) شمېره او أحمد په: (۱/ ۳۴۷) مخ کې د ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی دی. [۱۶] بخاري په: كتاب الصوم، باب لا يتقدم رمضان بصوم يوم ولا يومين، کې په: (۱۹۱۴) شمېره او مسلم په: كتاب الصيام، باب لا تقدموا رمضان بصوم يوم ولا يومين کې په: (۱۰۸۲) شمېره د أبو هريرة رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
د ځینو حاجیانو ادعا چې دوی دا کار د احتیاط په توګه کوي د منلو وړ نه ده. ځکه ریښتینی او ګټور احتیاط دا دی چې د شریعت پیروي وشي او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په وړاندې ګام پورته نه شي.
۲- په طواف کې د ګڼې ګوڼې پر مهال د حطیم دننه طواف کول په داسې توګه چې د حطیم له یوې دروازې ننوځي او له بلې یې بیرته وځي او د حطیم پاتې برخه یې ښي لور ته پاتې شي، چې دا یوه لویه غلطې ده او پدې ډول طواف نه صحیح کیږي؛ ځکه حقیقت دا دی چې ده له کعبې څخه طواف نه دی کړی بلکې د کعبې له یوې برخې څخه یې کړی دی.
۳- په ټولو ګردشونو کې ګړندی تګ کول.
۴- حجر الأسود ته د رسیدو او ښکلولو لپاره زیات ټېل ماټېل جوړول، تر دې چې کله ناکله د جګړو او یوبل ته د سپکاوي لامل ګرځي او له امله یې خپلمنځي وهل او سپکې سپورې وویل شي چې دې کار او ځای سره مناسب عمل ندی، ځکه د الله تعالی حرام جومات او د هغه د کور د سیوري لاندې ځای دی، او پدې عمل سره یې طواف نقض کیږي بلکه ټول نسک یې له منځه ځي، الله تعالی فرمایلي: (د حج څو معلومې مياشتې دي، نو چا چې په هغو كې حج (پر ځان) فرض كړ نو بيا په حج كې نه كوروالى شته، نه ګناهونه او نه جنګ جګړه). [البقرة سورت: ۱۹۷]ایت ، او دا ګڼه ګوڼه جوړول عاجزي له منځه وړي او د الله تعالی ذکر هېروي، کوم چې د طواف دوه لوی اهداف دي.
۵- د هغوی دا عقیده ساتل چې ډبره په خپل ذات کې ګټوره ده، لدې امله تاسو دوی ګورئ، کله چې دوی پر حجر الأسود لاس راکاږي بیا خپل لاسونه د خپل بدن په نورو برخو راکشوي، یا یې د خپلو ماشومانو په سر راکشوي، نو دا ټول جهالت او ګمراهۍ دي، ځکه چې ګټه او زیان رسول یوازې د الله تعالی له خوا دي، او پدې اړه د امیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه خبرې وړاندې تېرې شوې چې: «زه پوهیږم چې ته یوه تیږه یې، نه زیان رسولی شې او نه ګټه او که چېرته مې د الله تعالی رسول نه و لیدلی چې ته یې ښکلولې، ما به نه وې ښکل کړې».
۶ - د ځینو حاجیانو لخوا د کعبې شریفې په ټولو کونجونو لاس راکښل، او ځینې یې د کعبې په ټولو دیوالونو لاسونه راکاږي، او ځان پرې مږي چې دا ناپوهي او ګمراهي ده، ځکه لاس راکښل د الله تعالی عبادت او تعظیم دی، نو په همغه کچه باید بسنه وشي چې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دی، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفې یوازې دوه یماني کونجونه لمس کړي دي: حجر الأسود چې ختیځ یماني کونج دی او رکن الیماني چې غربي یماني کونج دی.
او د امام احمد په مسند کې له مجاهد څخه روایت دی، هغه له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي چې هغه له معاویة رضي الله عنه سره طواف کاوه، نو معاویه به په ټولو کونجونو لاس راکښوده، نو ابن عباس وویل: ولې دا دوه کونجونه لمس کوې، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه لمس کول؟ نو معاویه وویل: له کعبې څخه هیڅ شی داسې نشته چې پرېښودل شي. نو ابن عباس وویل: یقینا تاسو ته په رسول الله کې نېکه پيروي ده. نو معاویه وویل: رښتیا دې وویل[۱۷]. [۱۷] ترمذي په كتاب الحج، باب ما جاء في استلام الحجر کې په: (۸۵۸) شمیره او أحمد (۱/ ۳۳۲) روایت کړی دی.
طواف او په طواف کې لفظي غلطيانې
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې هغه به هر ځل حجر الأسود ته راغی نو تکبیر به یې کاوه [۱۸]، او د یماني رکن او حجر الأسود تر منځه به یې ویل: (ای زموږ ربه! مونږ ته په دنیا کې ښېګڼه او په آخرت کې ښېګڼه راکړه، او مونږ د دوزخ له عذابه وژغوره). [البقره: ۲۰۱ ايت]، او فرمایي: «د بيت الله طواف، صفا او مروه او جمرې وېشتل، د الله تعالی د ذکر په موخه تر سره کیږي» [۲۰]. [۱۸] بخاري په: كتاب الحج، باب التكبير عند الركن کې په: (۱۶۱۳) شمیره ابن عباس رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی. [۱۹] أبو داود په: كتاب المناسك، باب الدعاء في الطواف کې په: (۱۸۹۲) شمېره او أحمد (۳/ ۴۱۱) عبد الله بن السائب رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی. (۲۰) أبو داود په: كتاب المناسك، باب في الرمل کې په: (۱۸۸۸) شمېره، او ترمذي په: كتاب الحج، باب ما جاء كيف ترمى الجمار؟ کې په: (۹۰۲) شمېره او أحمد (۶/ ۶۴) د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی.
او هغه تېروتنه چې ځینې طواف کوونکي یې پدې برخه کې کوي هر چکر ته یوه ځانګړې دعا ټاکل دي چې له هغې پرته پکې بله دعا نه کوي، تر دې چې که د دعا له بشپړولو مخکې یې چکر بشپړ کړ، تر هغه پورې بل چکر نه پیلوي چې دعا یې خلاصه کړې نه وي، او که چیرته یې د چکر له بشپړولو مخکې دعا پای ته ورسیږي د چکر تر پاې ته رسولو پورې چپ پاتې کیږي، حال دا چې د هر چکر لپاره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ځانګړې دعا ثابت شوې نه ده. شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله ویلي: او په طواف کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ځانګړی ذکر نه دی ثابت، نه په امر کولو، نه په وینا او نه نورو ته په ورزده کولو، بلکې ټولې دعاګانې به کوي، او ځینې خلک چې ځانګړې دعاګانې کوي، د بېلګې په توګه د ميزاب (ناوې) لاندې او داسې نور؛ نو هیڅ اصل نه لري [۲۱]. [۲۱] مجموع الفتاوى (۲۶/ ۱۲۲).
لدې امله، حاجي د دنیا او آخرت د ښېګڼو څخه هره هغه دعا غواړي چې خوښه یې وي، او په هر ډول مشروع ذکر لکه: تسبیحات، الحمدلله، لا اله الا الله، تکبیر او د قرآن کریم تلاوت کولو سره الله تعالی یادوي.
یو بله تېروتنه چې طواف کوونکي یې کوي دا ده چې په لیکل شوو دعاګانو سره دعاکوي، پرته له دې چې په معنا یې پوه شي، او شاید چاپي غلطيانې ولري یا د لیکلو پر مهال پکې غلطي شوي وي چې معنی یې برعکس کوي، تر دې چې د دعا پر ځای ځانته ښېرا کوي په داسې حال کې چې هغه نه پوهیږي، او په دې اړه مو ډیرې حیرانوونکې خبرې اوریدلې دي.
او که طواف کوونکی له خپل رب څخه داسې یوه دعا وغواړي چې د هغه زړه یې غواړي او پر معنا یې پوهیږي نو دا به ورته ښه وي او په ګټه به یې وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر حقدار دی چې متابعت او پيروي یې وشي.
او بله تېروتنه چې ځینې طواف کوونکي یې کوي دا ده چې: د خلکو یوه ډله په یو مشر راټوله شي او د هغه په لارښوونه طواف کوي او په لوړ غږ دعاګانې وایي او ټول یې ورپسې په یو غږ تکراروي، نو شورماشور جوړ شي او ګډوډي رامینځته شي او په پایله کې یې نور طواف کوونکي تکلیفیږي او نه پوهیږي چې څه وایي، نو په دې کار سره عاجزي له منځه ځي او د الله تعالی بندګان په دې تر ټولو امن ځای کې ځوریږي، دا په داسې حال کې چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت او خلکو لمونځونه کول او په لوړ غږ یې قراءت کاوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كُلُّكُمْ يُنَاجِي رَبَّهُ، فَلَا يَجْهَرُ بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الْقُرْآنِ» «ستاسو څخه هر یو د خپل رب سره مناجات یعنې د راز خبرې کوي، نو په قرآن ویلو کې یو پر بل غږونه مه لوړوئ». مالك په (الموطإ) [۲۲] کې روایت کړی دی، ابن عبد البر ویلي: «دا حدیث صحيح دی»[۲۳]. مالك په كتاب وقوت الصلاة، باب العمل في الصلاة کې په: (۲۱۳) شمېره د يحيى ابن يحيى په روایت راوړی دی. تحقيق. بشار عواد. التمهيد (۲۳/۳۱۹).
او څومره به ښه وای چې دې مشر (ډل مشر)، چې کله دوی کعبې ته وروستل او دا یې ورته ویلی وی چې : دا وکړئ، دا ووایئ، څنګه چې غواړئ دعا وکړئ. او بیا ورسره د طواف په ساحه کې ګرځېدلی ترڅو هېڅوک غلطي ونه کړي، نو دوی به په عاجزۍ او سکون سره طواف کاوه، د خپل رب څخه به یې - په وېره او هېله مندۍ - د خپلې خوښې دعا غوښتله چې په معنا یې پوهیدل او زړه یې غوښتله او همدا رنګه به یې له ازار څخه خلک خوندي وو.
له طواف څخه وروسته دوه رکعته لمونځ او هغه غلطياني چې خلک یې په کې کوي
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې: هغه به چې کله له طواف څخه وزګار شو نو مقام ابراهیم ته به لاړ، هلته به یې ﴿وَٱتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبۡرَٰهِـۧمَ مُصَلّٗىۖ﴾ [د البقره سورت: ١٢٥] آیت ولوست، دوه رکعته لمونځ به یې په داسې حال کې وکړ چې مقام ابراهیم به د ده او کعبې تر منځ و [۲۴]، نو په لومړي رکعت کې به یې فاتِحَة او ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ﴾ او په دویم رکعت کې به یې فاتحه او ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ﴾[۲۵] ولوستل. [۲۴] مسلم په كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، کې په: (۱۲۱۸) شمېره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی. [۲۵] مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، کې په:(۱۲۱۸) شمېره مرسل روایت کړی دی.
هغه غلطي چې ځینې خلک یې دلته کوي دا ده چې دوی ګمان کوي چې دوه رکعته لمونځ باید خامخا مقام ابراهیم ته نږدې وشي، نو بیروبار جوړوي او په موسمونو کې طواف کوونکي په تکلیف کوي او طواف ورته سختوي، حال دا چې دا ګمان غلط دی.
نو دا دوه رکعته لمونځ چې د جومات په هر ځای کې وشي صحیح دي او دا هم شونې ده چې لمونځ کوونکی په لمانځه کې مقام ابراهیم د ځان او کعبې تر منځ راولي اګر که لرې ترې هم وي، نو په میدان یا دهلیزونو کې لمونځ کوي او نور نه ازاروي؛ نه نور تکلیفوي او نه ځان په تکلیف کوي، سربیره پر دې لمونځ په عاجزۍ او اطمینان سره کوي.
او څومره به ښه وه چې په مسجد الحرام کې مسوولینو خلک له دې څخه منع کول چې مقام ابراهیم ته نږدې لمونځ وکړي او خلک تکلیف کړي او دا یې ورته بیانولی چې دا د طواف پسې د دوه رکعته لمونځ لپاره شرط نه دی.
او دا هم یو تېروتنه ده چې ځینې خلک له کوم سبب پرته د مقام ابراهیم تر شا ډیر رکعتونه لمونځ کوي، حال دا چې له طواف څخه فارغ شوي خلک اړتیا لري چې د لمانځه لپاره ورته ځای خوشي شي.
او له تېروتنو څخه یوه دا هم ده چې ځینې طواف کوونکي چې کله دوه رکعته لمونځ وکړي نو معلم یا لارښود یې ټول په یو ځای د دعا لپاره راټول کړي وي اوپه لوړ غږ دعاګانې کوي، چې دا کار نورو لمونځ کوونکو ته شورماشو جوړوي، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: (تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي) [الأعراف: 55].
صفا او مروا ته ختل، د پاسه پرې دعا کول، او د دوه وو نښو (شنو څراغونو) تر منځ سعي کول او په دې کې تېروتنې.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې کله به هغه صفا ته نږدې شو نو دا آیت به یې ولوست: (یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي ..). [البقرة سورت: 158 ایت]، بیا پرې ورپورته شو تر دې چې کعبه یې ولیده، نو قبلې ته یې مخ کړ، لاسونه یې پورته کړل او د الله تعالی حمد یې ادا کړ، او څومره به یې چې غوښتل هغومره دعا به یې وکړه، نو الله تعالی به یې په یووالی سره یاد کړ، تکبیر به یې وکړ او داسې به یې وویل: «لَا إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ ٱلْمُلْكُ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَحْدَهُ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ ٱلْأَحْزَابَ وَحْدَهُ» بیا یې د دې په مینځ کې دعا وکړه، نو داسې یې درې ځلې وکړل، بیا پیدل راکوز شو، نو کله به یې چې پښې د خوړ په مینځ کې دوو علامو ته ورسیدې ( اوسمهال شنو څراغونو ته نو) ګړندی به شو، کله به چې ترې تېر شو بیرته به یې عادي مزل پيل کړ، تر دې چې مروا ته ورسیده، نو په مروه یې هغه څه وکړل لکه په صفا چې یې کړي وو [۲۶]. [۲۶] مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ کې په: (۱۲۱۸) شمېره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
هغه غلطي چې ځینې سعي کوونکي یې دلته کوي دا ده چې دوی کله صفا او مروا ته وخیژي نو کعبې ته مخ کړي، درې ځلې تکبیرونه ووایي، لاسونه پورته کړي او په لاسونو داسې اشارې کوي لکه څنګه چې په لمانځه کې لاسونه پورته کوي او بیا راکوزیږي چې دا عمل د هغه څه خلاف دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا راغلی دی، نو که یې کولی شي یا خو دې په سنت عمل وکړي او که یې له وسې نه کیږي بیا دې پریږدي، او له ځانه دې داسې کوم عمل نه جوړوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي کړی.
له هغو تېروتنو چې ځینې سعی کوونکي یې تر سره کوي دا ده چې: هغوی له صفا څخه تر مروا پورې ګړندی مزل کوي یعنې په ټوله لار؛ چې دا کار د سنت خلاف عمل دی، ځکه ګړندی تګ یوازې د دووه شنو څراغونو تر منځه کیږي، او پاتې مزل په عادي بڼه کیږي، ډیری وخت دا کار د ناپوهۍ له امله کیږي، یا دا چې ډیری خلک خوښ ګڼي سعی ژر پای ته ورسوي، الله المستعان.
او له تېروتنو دا هم ده چې ځینې ښځې هم د دوو څراغونو تر منځ ګړندی تګ کوي، یعنې: لکه د سړيو په څېر تېزې ځي، حال دا چې ښځه به ګړندی تګ نه کوي، بلکې عادی مزل به کوي؛ ابن عمر رضي الله عنهما فرمایي: «پر ښځو په طواف او د صفا او مروا تر منځه په سعي کې ګړندی مزل نشته» [۲۷]. [۲۷] ابن أبي شيبة په: «المصنف» کې (5/ 164) په: (13097) شمېره روایت کړی دی، چاپ: الرشد.
او له تېروتنو دا هم ده چې ځینې سعی کوونکي دا آیت لولي: ﴿إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلۡمَرۡوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِۖ﴾ (یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي ..). [البقرة:۱۵۸] یعنې هر ځل چې دوی صفا او یا مروا ته ځي، حال دا چې سنت طریقه دا ده چې یوازې لومړی ځل صفا ته د ورتګ پر مهال ویل کیږي.
او له تېروتنو دا هم ده چې: ځینې سعی کوونکي د هر چکر لپاره یوه دعا ځانګړې کوي چې دا هیڅ اصل نه لري.
په عرفات درېدل او پکې تېروتنه
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې هغه به په نمره کې د لمر تر زوال پورې پاتې کېده، بیا به په سپرلۍ سپور شو، بیا به ښکته شو نو د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه به یې دوه دوه رکعته جمع تقدیم وکړل (یعنې ماسپښین او مازدیګر به یې دواړه د ماسپښین په وخت کې ادا کړل) په یو اذان او دوو اقامتونو سره، بیا به سپور شو تر دې چې د ودرېدو ځای ته به راغی، نو هلته به ودرید او داسې به یې وفرمایل: « زه دلته ودریدم او ټول عرفات د ورېدو ځای دی»، نو د لمر تر ډوبېدو پورې به یې مخ پر قبله لاسونه په دعا پورته کړي ولاړ و او ذکر به یې کاوه، کله به چې د لمر سترګه ډوبه شوه بیا به مزدلفې ته روان شو[۲۸]. [۲۸] مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، وباب ما جاء أن عرفة كلها موقف کې په: (۱۱۱۸) شمېره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
هغه تېروتنې چې ځینې حاجیان یې تر سره کوي:
۱ - د عرفات له حدودو دباندې تم کیږي او تر هغه پورې په خپلو استوګن ځایونو کې پاتې کېدل چې لمر ډوب شي، بیا مزدلفې ته روانیدل، پرته له دې چې عرفات کې وقوف وشي، دا یوه لویه تېروتنه ده چې حج پرې پاتې کیږي او نه کیږي، ځکه په عرفات وقوف د حج هغه رکن دی چې له هغه پرته نه صحیح کیږي، نو چا چې د وقوف پرمهال په عرفات وقوف ونه کړ حج ورته نشته، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «حج عرفات دی، څوک چې د شپې پر مهال د سهار له راختلو مخکې عرفات ته راغی نو حج یې لاندې کړی دی»[۲۹]. [۲۹]أبو داود په: كتاب المناسك، باب من لم يدرك عرفة، رقم (۱۹۴۹)، او ترمذي په: كتاب الحج، باب ما جاء فيمن أدرك الإمام بجمع، کې په: (۸۸۹) شمېره، او نسائي په: كتاب المناسك، باب فرض الوقوف بعرفة کې په: (۳۰۱۹) شمېره، او ابن ماجه په: كتاب الحج، باب من أتى عرفة قبل الفجر ليلة جمع کې په: (۳۰۱۵) شمېره، او أحمد (۴/ ۳۰۹) د عبد الرحمن ابن يعمر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
او د دې ناوړه تېروتنې لامل یو پر بل د خلکو دوکه کېدل دي؛ ځکه ځینې وړاندې له دې چې ورورسیږي ترې راښکته کېږي او نښو ته یې پاملرنه نه کوي، نو پر ځان حج خراب کړي او نور هم دوکه کړي.
او دا به څومره ښه وه چې د حج مسؤولینو دا خبره خلکو ته په داسې ډول اعلانوله چې ټول خبرېدل، او په څو ژبو یې دا کار کولی او مسؤولو مؤسسو ته یې دنده ورسپارلی چې خلک پوهه کړي تر څو له خپل وضعیت څخه خبر شي او خپل حج په خورا ښه ډول ترسره کړي او غاړه یې خلاصه شي.
۲- دوی له لمر لوېدو مخکې له عرفات څخه وځي، او دا کار حرام دی؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت خلاف عمل دی، ځکه هغه به له لمر لوېدو پورې پاتې کېده، تر دې چې ټیکلی به یې ډوب شو؛ او ځکه چې له لمر لویدو مخکې عرفه پرېښودل د جاهلیت زمانې د خلکو کار دی.
۳- دا چې خلک د دعا پر مهال د عرفات غره ته مخ کوي، حتی که قبله یې شاته، ښي او یا چپ لور ته وي، او دا د سنت خلاف دی، ځکه چې سنت قبلې ته مخ کول دي لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل و.
د جمرو وېشتل، او پکې غلطیانې
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې هغه به د عقبې جمره د قربانۍ په ورځ په اوو تیږو وېشتله او د هر وار سره به یې تکبیر کاوه[۳۰]، هر کاڼی به یې لکه د نخود له دانې لږ غټ و. [۳۰] بخاري په كتاب الحج، باب إذا رمى الجمرتين يقوم ويسهل مستقبل القبلة کې په: (۱۷۵۱) شمېره د ابن عمر رضي الله عنهما له حدیث څخه روایت کړی او مسلم په: كتاب الحج، باب حجة النبي ﷺ، کې په: (۱۲۱۸) شمېره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی.
او په: (سنن النسائي) کې د فضل بن عباس رضی الله عنهما له حدیث څخه روایت دی هغه د نبي صلی الله علیه وسلم پسې په سپرلۍ ناست و؛ له منی څخه مزدلفې ته په لار و- وایي: (رسول الله صلی الله علیه وسلم) محسر (خوړ) ته ښکته شو او ویې ویل: "د جمرو وېشتلو لپاره واړه کاڼي راټول کړئ"، وایي: او نبي صلی الله علیه وسلم په لاس اشاره کوله لکه څنګه چې یو انسان د ښي لاس د مسواکۍ ګوتې په زور ګیټي واروي[۳۱]. [۳۱] نسائي په: كتاب مناسك الحج، باب من أين يلتقط الحصى؟ کې په: (۳۰۶۰) شمېره روایت کړی، لکه څنګه چې مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب إدامة الحاج التلبية حتى يشرع في رمي جمرة العقبة، کې په: (۱۲۸۲) شمېره روایت کړی.
او د امام احمد په مسند کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی - یحیی وایي: عوف نه پوهیږي چې عبد الله دی که الفضل؟ - وایي ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقبې په سبا وویل په داسې حال کې چې په خپله سپرلۍ سپور و: "تېږي راته راټولې کړه" نو ما د هغه لپاره ځینې تیږې راټولې کړې، هغه چې په ګوته وېشتل کیږي، نو په لاس کې یې کېښودې او ویې ویل: "د دې په څېر" دوه ځلې یې وویل، او په لاس سره یې وویل - یحيی په لاس اشاره وکړه چې هغه یې پورته کړه - او ویې ویل: "له افراطیت څخه ځان وساتئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې کسان په دین کې افراطیت تباه کړل" [۳۲] [۳۲] إمام أحمد په: «المسند» (۱/ ۱۴۷) کې روایت کړی، همدا رنګه نسائي په: كتاب مناسك الحج، باب التقاط الحصى کې په: (۳۰۵۹) شمېره او ابن ماجه په: كتاب المناسك، باب قدر حصى الرمي کې په: (۳۰۲۹) شمېره روایت کړی.
او له ام سلیمان بنت عمرو بن الأحوص رضي الله عنها څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې ولیده چې د نحر په ورځ یې د عقبې جمره له بطن الوادي یعنې خوړ څخه وېشتله او ویل یې: «ای خلکو، یو بل مه وژنئ؛ کله مو چې جمره وېشتله نو په دومره کاڼي یې وولئ لکه تاسو یې چې په ګوته واروئ» أحمد روایت کړی[۳۳]. [۳۳] إمام أحمد په: «المسند» (۳/ ۵۰۳) کې روایت کړی، همدا رنګه أبو داود په: كتاب المناسك، باب في رمي الجمار کې په: (۱۹۶۶) شمېره روایت کړی.
او په صحیح البخاري کې له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه به (خیف جومات ته) نږدې جمره په اوو کاڼو ویشتله او له هر ځل ویشتلو سره به یې تکبیر وایه، بیا به لږ مخکې شو قبلې ته به یې مخ کړ، د اوږد وخت لپاره به ودرید، دعا به یې کوله او لاسونه به یې د دعا کولو پر مهال پورته کړي و، بیا به یې منځنۍ جمره ووېشته او کیڼ لور ته به واوښت تر دې چې له ګڼې ګوڼې به ووت نو قبلې ته به یې مخ کړ د اوږد وخت لپاره به ودرېد، دعا به یې وکړه او لاسونه به یې پورته کړل، بیا به یې د عقبې جمره له بطن الوادي څخه وویشته او له هغې وروسته به نه ودرېده او بیا به ولاړ او ویل به یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې لیدلی و چې داسې به یې کول [۳۴]. [۳۴] بخاري په کتاب الحج باب اذا رمی الجمرتین یقوم ویسهل مستقبل القبلة کې په: (۱۷۵۱) شمېره روایت کړی دی.
او أحمد او ابو داود له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د بيت الله طواف، صفا او مروه، او جمرې په کاڼو وېشتل د الله تعالی د یاد لپاره دي" [۳۵]. [۳۵] أبو داود په: كتاب المناسك، باب في الرمل کې په: (۱۸۸۸) شمېره، او ترمذي په: كتاب الحج، باب ما جاء كيف ترمى الجمار؟ کې په: (۹۰۲) شمیره او أحمد (۶/ ۶۴) روایت کړی دی.
او هغه تېروتنې چې ځینې حاجیان یې کوي په لاندې ډول دي:
۱ - دا عقیده لرل چې تیږي باید له مزدلفې څخه واخېستل شي، نو د شپې مهال یې د راټولولو پسې ځان ستړی کوي، بیا په منی کې هم ورسره وي، تر دې چې کله له کوم یو څخه کوم کاڼی ورک شي ډیر زیات پرې خفه کیږي او له خپلو ملګرو غواړي چې که زیات کاڼي ورسره وي نو ده ته دې ورکړي.
له پورته معلوماتو جوته شوه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دې کار لپاره هیڅ دلیل نشته او دا چې هغه ابن عباس رضی الله عنهما ته امر کړی و چې د هغه لپاره کاڼي راټول کړي، په داسې حال کې چې هغه په خپله سپرلۍ سپور و، داسې ښکاري چې دا تمځای له جمرې سره و، ځکه چې له دې وړاندې ترې روایت نشته چې هغه له مزدلفې څخه له روانیدو وروسته هلته درېدلی و، او ځکه چې دا ورته د اړتیا وخت دی، نو هېڅکله به یې له وړاندې د راټولولو امر نه و کړی، ځکه ګټه نه لري، او له ځان سره وړلو کې یې تکلف دی.
۲- د دوی باور چې د تیږو په وېشتلو سره، دوی شیطانان ولي، له دې امله جمرو ته شیطانان وایي، او داسې وایي چې: غټ شیطان او کوچنی شیطان مو وویشت، یا وایي چې د شیطانانو پلار مو وویشت، موخه یې لویه جمره یعنې د عقبې جمره وي، او داسې نور عبارتونه کاروي چې له دې مشاعرو سره نه ښایي.
او ته دوی ګورې چې کاڼي په زور او وحشت سره ولي، ورسره مل چیغي وهي او د دوی په ګمان شیطانانو ته کنځلي کوي، تر دې چې ځینې مو ولیدل د پاسه پرې ورپورته کیږي، په څپلیو او غټو تیږو یې ولي، پداسې حال کې چې له قهر او غصې ډک او احساساتي وي، او په ځینو کاڼو خلک لږیږي، حال دا چې دا کار یې غصه لاپسې راپاروي، او خواوشا خلک ورپورې خاندي، ګویا داسي وي لکه چې دا د ټوکې یوه صحنه وي، دا هر څه مو د پلونو او جمرو د څلو له جوړیدو مخکې لیدلي وو.
دا هر څه له دې باور څخه سرچینه اخلي چې حاجیان شیطانان ولي، حال دا چې دا هیڅ صحیح اصل نه لري چې باور پرې وشي، او ته وړاندې د جمرو د وېشتلو په حکمت پوه شوی یې، او دا چې دا کار یوازې د الله تعالی د یادولو لپاره کیږي، له دې امله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر وار کولو سره تکبیر وایه.
۳- په غټو ډبرو، څپلیو, موزو او لرګیو د جمرو ویشتل، چې دا لویه تېروتنه او د هغه شریعت خلاف عمل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپل امت ته د کولو امر کړی دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به په وړو کاڼو جمرې وېشتلې، او خپل امت ته یې امر کړی چې په هماغه اندازه کاڼو یې وولي او په دین کې یې له افراطیت څخه منع کړي دي او د دې لویې تېروتنې لامل لکه چې وړاندې وویل شو دا دی چې هغوی باور لري شیطانان په تیږو ولي.
۴ - جمرو ته د دوی په زور او زیاتې ورمخکې کېدل چې له الله تعالی څخه ویره نه کوي او نه د الله تعالی پر بندګانو رحم کوي، نو پدې کار سره یې مسلمانان ازاریږي او ضرر ورته رسیږي، او کنځلې او جګړې هغه څه دي چې عبادت سرچپه کوي (له ثواب درلودلو یې په ګناه بدلوي) او دا شعیره له هغې بڼې بلې ته بدلوي چې له امله یې مشروع شوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم کړي دي، په المسند کې له قدامة بن عبد الله بن عمار څخه روایت دی وایي: (ما رسول الله صلی الله علیه وسلم د نحر (قربانۍ) په ورځ ولید چې په خپلې خړې اوښې سپور و او د عقبې جمره یې وېشتله، نه یې څوک وهل او نه یې ټېله کول، او نه یې چاته ویل چې لار پریږدئ) ترمذي روایت کړی او ویلی یې دي: حسن صحیح دی[۳۶]. [۳۶] ترمذي په كتاب الحج، باب ما جاء في كراهية طرد الناس عند رمي الجمار کې په: (۹۰۳) شمېره، او نسائي په: كتاب المناسك، باب الركوب إلى الجمار کې په:(۳۰۶۳) شمېره، او ابن ماجه په: كتاب المناسك، باب رمي الجمار راكبا کې په: (۳۰۳۵) او أحمد (۳/ ۴۱۳) روایت کړی.
۵ - د تشریق په ورځو کې له لومړۍ او دویمې جمرې وروسته دعا پرېښودل، حال دا چې ته پوه شوی یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې له ویشتلو وروسته د قبلې لور ته مخ کړ او هلته به ودرېده، لاسونه به یې پورته نیولې و او اوږده دعا به یې کوله.
د دې ودرېدلو د پریښودو دلیل له سنت څخه د خلکو ناخبرې یا د ډیری خلکو د عجلې او له عبادت څخه خلاصون ته لېوالتیا ده.
او څومره به ښه وای چې حاجی له حج کولو مخکې د حج احکام زده کولی، تر څو یې د الله تعالی عبادت په بصیرت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیروۍ سره کولای، که وګورو یو څوک چې یو ځای ته سفر کوي نو تر هغه د لارې په اړه پوښتنې کوي چې تر څو خپل ځای ته ورسیږي، نو هغه څوک به څنګه وي چې الله تعالی او د هغه جنت ته د رسیدو لار نیسي؟ نو آیا ورته په کار نده چې مخکې له دې چې لار ونیسي په اړه یې پوښتنه وکړي تر څو خپل مقصد ته ورسیږي؟
۶- په یوه لاس ټول کاڼي په یو ځل وارول یوه لویه تېروتنه ده، علماوو ویلي چې که څوک په یوه لاس له یوې څخه ډېرې تیږې وغورځوي، نو یوازې یو وار ورته شمېرل کیږي، نو پرې واجب دي چې هر ځل یې په یو یو کاڼي وولي لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړي دي.
۷ - د جمرو ویشتلو پر مهال ځینې اضافي دعاګاني کول چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نه دي ثابت شوي لکه: «اللهم اجعلها رضًا للرحمن، وغضبًا للشيطان» یعنې ای الله ته یې د رحمن ذات د خوښۍ او د شیطان د غصې لامل وګرځوې، او کله د دې دعا پر مهال ترې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوی تکبیر هم پاتې شي، حال دا چې هغه څه ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راپاتې دي، پرته له زیاتوالي او کمبود څخه.
۸- د جمرو په وېشتلو کې د دوی ناغیړي. تاسو ګورئ چې دوی د کاڼو وېشتلو لپاره بل څوک ټاکي، سره له دې چې دوی یې د ویشتلو توان لري، ترڅو دوی د ګڼې ګوڼې له کړاو او د کار له سختۍ څخه ځان وژغوري، دا د هغه څه سره مخالف دی چې الله تعالی د حج د بشپړولو په اړه امر کړی دی، لکه چې هغه پاک ذات فرمایي: ﴿وَأَتِمُّواْ ٱلۡحَجَّ وَٱلۡعُمۡرَةَ لِلَّهِۚ﴾ (او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره بشپړه کړئ». [البقرة:۱۹۶].
هغه کسان چې د جمرو وېشتلو توان لري باید پخپله دا کار وکړي او په سختۍ او ستړیا صبر وکړي، ځکه چې حج یو ډول جهاد دی چې هڅې او زحمت ته اړتیا لري، نو حاجي باید له خپل رب څخه ووېرېږي او خپل مراسم د توان سره سم په هغه ډول بشپړ کړي لکه څنګه چې الله تعالی ورته امر کړی دی.
د خدای پامانۍ طواف او پکې تېروتنې
په صحیحینو کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه فرمایلي: «خلکو ته امر شوی چې وروستی ملاقات یې له کعبې سره وي، خو دا کار پر حائضه مېرمنې نشته»[۳۷]. [۳۷] بخاري په: كتاب الحج، باب طواف الوداع کې په: (۱۷۵۵) شمېره، او مسلم په: كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع کې په: (۱۳۲۸/۳۸۰) شمېرو روایت کړی دی.
او د مسلم په الفاظو کې راځي وایي: خلک به هر لور ته تلل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « هیڅوک دې ستاسو څخه نه ځي تر دې چې وروستی ملاقات یې له بیت الله سره نه وي شوی»[۳۸]. [۳۸] مسلم په: كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع کې په:(۱۳۲۷) شمېره روایت کړی.
او ابو داود په دې الفاظو روایت کړی. «حَتَّى يَكُونَ آخِرُ عَهْدِهِ الطَّوَافَ بِالْبَيْتِ»[۳۹]. «تر دې چې وروستی دیدار یې له بیت الله سره وي». [۳۹] أبو داود په: كتاب المناسك، باب الوداع کې په: (۲۰۰۲) شمېره روایت کړی.
او په صحیحینو کې له ام سلمې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپلې ناروغۍ په اړه شکایت وکړ، نو هغه وفرمایل: «طُوفِي مِنْ وَرَاءِ النَّاسِ وَأَنْتِ رَاكِبَةٌ»، د خلکو تر شا په سپرلۍ طواف کوه،» نو ما طواف وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې تر څنګ لمونځ کاوه او :﴿وَٱلطُّورِ، وَكِتَٰبٖ مَّسۡطُورٖ﴾[۴۰] یې لوستل. [۴۰] بخاري په: كتاب الحج، باب المريض يطوف راكبًا کې په: (۱۶۳۳) شمیره او مسلم په: كتاب الحج، باب جواز الطواف على بعير وغيره کې په: (۱۲۷۶) شمیره روایت کړی دی.
او نسائي هم له هغې څخه روایتوي چې ویلي یې دي: ای د الله رسوله، قسم په الله چې د راوتلو پر مهال مې طواف ندی کړی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «إِذَا أُقِيمَتِ الصَّلَاةُ، فَطُوفِي عَلَى بَعِيرِكَ، مِنْ وَرَاءِ النَّاسِ»[۴۱]. «کله چې لمونځ ودرید، نو پر اوښې سپره د خلکو تر شا طواف وکړه». [۴۱] نسائي په: كتاب مناسك الحج، باب طواف الرجال مع النساء کې په: (۲۹۲۹) شمېره روایت کړی.
او په (صحیح البخاری) کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه وکړل، بیا ورپسې په (منی کې) په المحصب نومي ځای کې لږ ویده شو، بیا د بیت الله په لور په سپرلۍ روان شو او طواف یې وکړ[۴۲]. [۴۲] بخاري په: كتاب الحج، باب طواف الوداع کې په: (۱۷۵۶) شمېره روایت کړی دی.
او په صحیحینو کې له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې صفیه رضي الله عنها د افاضې له طواف څخه وروسته حیض شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا موږ د هغه له امله اېسار شو؟» هغوی وویل: ای د الله رسوله د افاضې طواف یې کړی دی. هغه وفرمایل: «نو لاړه دې شي»[۴۳]. [۴۳] بخاري په: كتاب المغازي، باب حجة الوداع کې په: (۴۴۰۱)، او مسلم په: كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع کې په: (۱۲۱۱/۳۸۲) شمېره روایت کړی دی.
او په (الموطأ) کې له عبد الله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهما څخه روایت دی چې عمر رضي الله عنه وفرمایل: "هیڅ حاجي باید تر هغه وخته پورې له بیت الله څخه ونه وځي تر څو چې هغه طواف نه وي کړی، ځکه چې د عبادت وروستی عمل د بیت الله طواف کول دي" [۴۴]. [۴۴] مالك په: كتاب الحج، باب وداع البيت کې په: (۱۰۷۹) شمېره د يحيى بن يحيى په روایت سره ذکر کړی دی. تحقیق. بشار عواد.
او په دې کې له یحیی بن سعید څخه روایت دی چې عمر رضي الله عنه یو سړی له مر الظهران نومې ځای څخه راوګرځاوه، ځکه چې د خدای پامانۍ طواف یې نه و کړی، نو ویې کړ[۴۵]. [۴۵] مالك په: كتاب الحج، باب وداع البيت کې په: (۱۰۸۱) شمیره د يحيى بن يحيى په روایت سره ذکر کړي دي. تحقیق. بشار عواد.
او هغه تېروتنه چې ځینې خلک یې کوي دا ده چې:
۱- دوی د وتلو په ورځ له منی څخه وړاندې له جمرو وېشتلو راوځي، د خدای پامانۍ طواف کوي، بیا منی ته ورګرځي، جمرې وولي او ورپسې خپلو هېوادونو ته سفر وکړي، چې دا کار روا نه دی؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت خلاف عمل دی، ځکه هغه امر کړی چې د حاجیانو وروستی عمل باید د خدای پامانۍ طواف وي، ځکه چا چې د خدای پامانۍ له طواف څخه وروسته جمرې ووېشتې نو وروستي لیدل یې له بیت الله سره نه بلکې له جمرو سره وشول، او ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به یوازې له مکې څخه د راوتو پر مهال د الوداع طواف کاوه، کله به یې چې ټول مناسک پوره کړي وو، او داسې یې فرمایلي: « زما څخه مو مناسک زده کړئ» [۴۶]، او له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه ښکاره ثابت دي چې د کعبې طواف تر ټولو وروستی نسک دی. [۴۶] مسلم په: كتاب الحج، باب استحباب رمي جمرة العقبة يوم العيد راكبًا کې په: (۱۲۹۷) شمېره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
نو چا چې طواف الوداع وکړ او بیا ورپسې جمرې ووېشتې نو طواف یې صحیح نه دی، ځکه بې ځایه شوی دی او پرې واجب دي چې له جمرو ویشتلو وروسته یې بیا وکړي، که یې بیا ونه کړ، نو حکم یې د هغه چا حکم دی چې بیخي یې پریښی وي.
۲- له طواف الوداع وروسته په مکه کې د دوی پاتې کېدل، چې په دې سره یې دا له بیت الله سره وروستی دیدار نه دی، او دا د هغه څه خلاف عمل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې امر کړی او خپل امت ته یې عملا بیان کړی دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې د حاجی وروستی دیدار باید له بیت الله سره وي، او یوازې د راوتلو پر مهال به د خدای پامانۍ طواف کوي او همداسې یې صحابه وو کړي وو.
خو علماوو له طواف الوداع وروسته د اړتیا لپاره پاتې کېدل جائز بللي، لکه د طواف الوداع پسې لمونځ ودرېدل چې ویې کړي، یا دا چې جنازه راشي او لمونځ پرې وکړي، یا دا چې د سفر اړوند یې کومه اړتیا درلوده لکه: توکي اخیستل، ملګرو ته انتظار کول او داسې نور، نو څوک چې له طواف الوداع وروسته په داسې ډول پاتې شي چې اجازه ورته نه وي نو د طواف الوداع بیا کول پرې واجب دي.
۳ - کعبې شریفې ته د تعظیم په موخه له طواف الوداع وروسته له حرم څخه مخ په شا راوتل، چې دا کار د سنت خلاف عمل دی، بلکې دا یو له هغو بدعتونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې منع فرمایلې او په اړه یې فرمایلي دي: «هر بدعت ګمراهي ده»[۴۷]، او بدعت: هر هغه نوي باور او عبادت ته ویل کیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاوو راشدینو د طریقې خلاف وي، نو دا له حرم څخه په شا راوتونکی ګمان کوي چې دی د الله له رسول صلی الله علیه وسلم څخه د کعبې زیات درناوی کوي، یا دا چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم او خلفای راشدین یې په دې نه پوهېدل چې په دې عمل سره کعبې شریفې ته درناوی کیږي؟! [۴۷] مسلم په: كتاب الجمعة، باب تخفيف الصلاة والخطبة کې په:(۸۶۷) شمیره د جابر رضي الله عنه له حدیث څخه روایت کړی دی.
۴- د طواف الوداع له بشپړولو وروسته په دروازه کې کعبې شریفې ته مخ ورګرځول او لکه د خدای پامانۍ کوونکي په حیث ځانګړې دعا کول چې دا کار له بدعت څخه دی؛ ځکه دا عمل له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له راشده خلفاوو څخه ثابت نه دی، او هر هغه عمل چې موخه ترې د الله تعالی عبادت وي او په شریعت کې نه وي راغلی، نو هغه باطل او پر خاوند یې بیرته ورګرځیدونکی دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، نو هغه مردود دي »[۴۸] یعنې: پر خاوند یې مردود دی. [۴۸] بخاري په: كتاب الصلح، باب إذا اصطلحوا على صلح جور کې په: (۲۶۹۷) شمیره، او مسلم په: كتاب الأقضية، باب نقض الأحكام الباطلة کې په: (۱۷۱۸/۱۷) شمیره د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه روایت کړی دی.
نو په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان درلودنکو واجب دي چې په خپلو عبادتونو کې د هغې طریقې پیروي وکړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي؛ تر څو یې د الله تعالی محبت او مغفرت نصیب شي لکه چې الله تعالی فرمایلي: ((ای نبي!) ته ووايه كه په رښتيا له الله سره مينه كوئ نو زما (خبره) ومنئ، الله به هم درسره مينه وكړي او ګناهونه به مو دروبخښي او الله بخښونكى مهربان دى) [آل عمران:۳۱]، او لکه څنګه چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم پيروي د هغه په افعالو کې ده، همدا رنګه یې پیروي د هغه څه په پرېښودلو کې هم ده چې هغه پریښی وي او نه یې وي کړی، ځکه دا پر دې دلیل دی چې د نوموړي عمل پرېښودل سنت او شریعت دی، نو د الله تعالی په دین کې یې رامنځته کول روا نه دي، که څه هم یې انسان خوښ ګڼي او د هغه زړه یې غواړي، الله تعالی فرمایلي: (او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ) [المؤمنون:۷۱]، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي: له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړلی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولې چې ما راوړي دي»[۴۹]. [۴۹] ابن أبي عاصم په: «السنة» (۱۲مخ) کې په: (۱۵) شمیره، او بغدادي په: «تاريخ بغداد» کې (۶/ ۲۱)، او بغوي په: «شرح السنة» کې په (۱/ ۲۱۲)، (۱۰۴) شمېره روایت کړی دی او د ابن رجب په «الأربعين النووية» کې په «جامع العلوم والحكم» کې د ۴۱ حدیث تشریح وګورئ.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې مونږ ته د سمې لارې لارښوونه وکړي، او له هدایت وروسته مو زړونه له حق څخه کاږه نه کړي، او دا چې پر موږ ورحمیږي، بېشکه چې هغه ستر لوروونکی ذات دی، وصلی الله وسلم علی نبینا محمد و آله وصحبه أجمعین.
د ۱۳۹۸ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په ۱۸ نېټه یې لیکل بشپړ شول.
الله تعالی د محتاج بنده پر قلم.
محمد الصالح العثيمين
الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي.
Related books
All books
د عمرې او حج اراده کوونکي لارښود17 ژبېد عمرې او حج اراده کوونکي لارښود
د " عمرې او حج اراده کوونکي لپاره لارښود" کتاب د شیخ محمد بن صالح العثیمین یو بشپړ او معتبر لارښود دی چې هر مسلمان ته د حج او عمرې د مراسمو په اداء کولو کې مرسته کوي. دغه کتاب د سفر آداب، د احرام احکام، او د حاجي او معتمر د وظایفو په اړه په تفصیل سره بحث کوي، چې سرچینه یې قران کریم او سنت نبوي ده، همدارنگه دا کتاب د حج میقاتونه د مراسم ډولونه، او د مسافر د لمونځ احکام په جزئیات سره بیانوي، او د حج او عمرې د هر رکن د سم ترسره کولو څرنګوالی تشریح کوي، د هغه څه سره سم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دي.
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر23 ژبېد رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر
لیکنه: عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله بسم الله الرحمن الرحیم سرېزه الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد؛ المرسل رحمة للعالمين، وعلى آله وأصحابه الذين حملوا كتاب ربهم سبحانه وسنَّة نبيهم -صلى الله عليه وسلم- إِلى من بعدهم، بغاية الأمانة والإتقان، والحفظ التام للمعاني والألفاظ - رضي الله عنهم وأرضاهم - وجعلنا من أتباعهم بإِحسان. وحجة على العباد أجمعين أما بعد : پخوانیو او اوسنیو علماوو پدې اتفاق کړی دی چې د احکامو د اثبات او د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې -چې باطل ورته نه له مخکې او نه له شا راتګ کولی شي - د حلالو او حرامو د بیانولو -…
التحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنة55 ژبېالتحقيقعلىالتحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنة
د کتاب جزئيات ليدو لپاره کليک وکړئ.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت82 ژبېد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت
په دې کتاب "د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیت " کې شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه په ساده انداز او کره میتود کې لنډیز کړې ده چې د مستندو دلایلو پر بنسټ ولاړ مېتود دی، ترڅو د مسلمانانو لپاره په لمانځه کې د لارښود په توګه کار وکړي، په دې کې یې د لمانځه ارکان، سنتونه او طریقه له اوداسه څخه تر سلام اړولو پورې بیان کړې ده، چې دلیل او تشریح یې دواړه سره یو ځای کړي دي، هغه (مسلمانانو) ته بلنه ورکړې ده چې په ستر عبادت (لمانځه) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې بشپړه اقتدا وکړي.