الإسلام والإلحاد وجها لوجه

الإسلام والإلحاد وجها لوجه

له الحاد (بې دینۍ) څخه اسلام ته تېښته

Language: lang_ps
Prepared by:
Version: 1.0
Translations 16
German English Spanish Persian +12
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

له الحاد (بې دینۍ) څخه اسلام ته تېښته

سوال او ځواب

د الله په نوم، حمد او ثنا دې وي، درود او سلام دې وي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه پر کورنۍ او اصحابو او پر هغو کسانو چې هغه ته وفادار دي؛ اما بعد

دا یو کتاب ګوټی دی: ( له الحاد -بې دینۍ- څخه اسلام ته تېښته).

دا رساله مونږ ته "د الحاد طبیعت" او ډولونه بیانوي، او دا چې څرنګه الحاد د عقل او (الهي) فطرت له بدیهیاتو سره په ټکر کې دی.

او دا رساله د خالق ذات د ثبوت ځنې دلایل وړاندې کوي .

مونږ په عقل سره الله جل جلاله پېژنو، الله تعالی فرمایلي:

(آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي)﴿٣٥﴾

د الطور سورت.

په عقل سره؛ درې امکانات شتون لري چې څلورم ورته نشته.

لومړی: دا چې مونږ پرته له خالق څخه پیدا شوي یو : (أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ) -آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي- چې دا کار ناشونی دی، ځکه څنګه پرته له پیدا کوونکي څخه پیدا کیدی شو؟

دویم دا: چې مونږ خپل ځانونه په خپله پیدا کړي دي (أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ)- یا همدوی په خپله پیدا کوونکي دي - دا هم ناشونې ده، ځکه څنګه کیدی شی چې خپل ځان پيدا کړم مخکې لدې چې پيدا شم؟

نو په عقل سره دریم احتمال پاتې کیږي، او هغه دا دی چې آیت ورڅخه چوپ پاتې شوی دی ځکه چې عقل یې مني؛ هغه دا چې مونږ لره یو خالق شته چې مونږ یې پیدا کړي یو.

نو مونږ، الله تعالی په عقل سره پېژنو.

همدا رنګه مونږ الله تعالی په فطرت سره پېژنو.

او په فطرت سره دا هم پېژنو چې بتان او طبیعت د کایناتو د پیدا کولو او د بکتریا او انسان د رامنځته کولو هیڅ ځواک نه لري، او نه هم پدې بڼه د انسان د بدن د فعالیتونو کنترول او نه هم له وړې ذرې څخه د کهکشان تر کچې زیرک پيدایښت.

نو هغه بتان چې کافران یې عبادت کوي، او هغه فطرت چې ملحد (بې دینه) پرې باور لري، دواړه خپل خالق ته محتاج دي.

بتان او طبیعت د خپلو چارو د هیڅ شي واک نه لري، او دوی سره ستا په داخل کې پدې حیرانوونکې اندازې سره د هرمونونو د تنظیم وړتیا نشته، او نه هم دوی د دې وړتیا لري چې جینیټیکي کوډ ځای په ځای کړي، کوم چې د هرې ژوندۍ حجرې دننه میلیونونه معلومات دي، او نه د دوی سره د کوم شي د موندلو توان شته، حتی د خپل ځان د پیدا کولو وړتیا هم نه لري.

د دې عجائبو سره د دې نړۍ پيدا کوونکی لوی خالق دی، په هر څه پوه، ځواکمن، د حکمت خاوند او پاک ذات دی.

بیا لدې وروسته دا رساله د بې دینانو شبهې او د خالق لا یزال په اړه د عقلي او فطري دلیلونو د باطلولو هڅي څیړي.

او د دوی د مشهورو باطلو هڅو څخه یوه هم ( په تصادفي توګه د کائناتو د رامنځ ته کېدلو ) وینا ده، دا د دوی د ناپوهۍ له امله او یا د احتمالاتو د پام غورځولو له امله، ځکه تصادف دوه شرطونه لري چې ورڅخه نه جلا کیږي.

او هغه دواړه: وخت او ځای دي.

نو د تصادف لپاره وخت شرط دی چې اغیزه پکې وکړي.

او د یو شي فزیکي شتون ته اړتیا لري چې خپل تاثیر پکې تولید کړي.

څنګه کولای شو ووایو چې چانس(تصادف) د کایناتو په جوړولو کې رول لوبولی دی! سره لدې چې زموږ کائنات د هیڅ وخت او هیڅ ځای او بالآخرة پرته له تصادف څخه رامنځته شوي دي.

بیا دا رساله د دین شتون ته د اړتیا، د دین مفهوم او رب العالمین ته د حتمي تسلیمیدو د اړتیا په موخه ځینې عقلي شواهد وړاندې کوي، نو الله ته تسلېمېدل او هغه ته په اطاعت سره غاړه اېښودل همدغه د دین حقیقت دی.

نو ته الله ته غاړه ږدې، او د خپل خالق، رازق او هغه ذات عبادت کوې چې پر تا یې د هر ډول احسان، نعمت او هدایت لوریینه کړې ده.

نو عبادت د الله حق دی پر بندګانو، ځکه الله هغه پاک ذات دی چې مونږ یې پیدا کړي یو، ژوند یې راکړی، روزي یې راکړي، لارښوونه یې راته کړي، او خپل رسولان یې مونږ ته رالیږلي دي تر څو مو وازمایې او امتحان مو کړي چې څوک زمونږ څخه غوره عمل کوي، نو عبادت د الله حق دی پر مونږ باندې.

هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى.

سورة الملک.

پیا ورپسې پړاو کې دغه رساله د اسلام پر صحت ځنې دلایل وړاندې کوي، او دا حقیقت بیانول چې الله له بشریت څخه پرته له اسلام څخه بل دین نه قبلوي، الله تعالی فرمایي:

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} ﴿٨٥﴾ او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.

سورة آل عمران.

نو اسلام هغه دین دی چې الله پرې ټول نبیان او رسولان رالیږلي دي.

او د اسلام اساسي نښه دا ده چې پدې کې الله ته غاړه اېښودل او یوازې د هغه عبادت کول دي.

او اسلام تر ټولو بشپړ شریعت دی چې الله تعالی ته غاړه اېښودلو ته هڅول کوي.

او دا یوازینی دین دی چې د الله توحید ته بلنه ورکوي، هغه توحید چې ټول انبیاء پرې راغلي دي.

نو ټول پیغمبران د توحید په عقیده دي، که څه هم چې قوانین یې سره جلا دي.

الله تعالی فرمایلي

{وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ} ﴿٢٥﴾ او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ.

سورة الأنبياء.

او نن سبا پرته له اسلام څخه هیڅ دین په توحید پاتې ندی، حال دا چې نورو ادیانو ته منسوبین په شرک کې لږه یا ډیره ونډه لري، د پیغمبرانو له مرګ څخه وروسته او وروسته لدې چې خلک یې د توحید پر دین پرېښودل، د وخت سره خلکو شرکي عملونه پیل کړل، او نن په سوچه توحید چې انبیاوو راوړی دی هیڅ دین پاتی ندی پرته له اسلام څخه.

بیا رساله پدې سره پای ته رسیږي چې انسان څرنګه مسلمان کیدلی شي، او د اسلام معنی او اسلام ته اړتیا څه دی.

اسلام ټولو هغو پوښتنو ته چې د انسان په ذهن کې ګرځي جواب ویلی چې: له کوم ځای نه راغلي یو، ولې مونږ پدې نړۍ کې یو، او مونږ چیرته تلونکي یو؟

اسلام دې ټولو ته د قرآن کریم په یو آیت کې جواب ویلی، زمونږ پاک رب فرمایلي:

{وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} ﴿٢٢﴾ او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ.

سورة يس.

له کوم ځایه راغلی یې؟ الله پيدا کړی یم، (الَّذِي فَطَرَنِي). هغه ذات چې زه یې پیدا کړی یم.

او زه چیرته تلونکی یم؟ ژر دی چې الله ته به ورشم، تر څو راسره د عمل حساب وشي.

(وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ). او هغه ته به تاسو بیرته بیول کیږئ.

ولې دې نړۍ ته راغلی یم؟ د الله د عبادت لپاره او چې و ازمایل شم.

زه ولې د الله عبادت کوم؟ طبیعي خبره ده چې زه د هغه الله عبادت کوم چې زه یې پیدا کړی یم، ځکه د بنده او د هغه د رب تر منځ د اړیکو طبیعت همدا دی چې: بنده د خپل رب او خالق عبادت وکړي.

او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم .

یو آیت دی چې د دریو خورا مهمو پوښتنو ځوابونه یې راغونډ کړي دي چې انسانان یې حیران کړي دي.

او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم .(۲۲)

سورة یس.

اسلام د ټول عالم لپاره د الله شریعت او قانون دی.

او د اسلام معنا ده چې : بنده خپل ځان الله ته وسپاري، نو الله ته تسلیمیږي او په طاعت کولو سره ورته غاړه ږدي، او د خپل خالق او مالک پيروي کوي.

الله تعالی فرمایلي دي:

او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په داسې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي.

سورة لقمان

اسلام د ژوند په هر کوچني او لوی کار کې د الله بندګي کول دي، الله تعالی فرمايي:

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي

د هغه هېڅ شریک نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم

سورة الأنعام

لمونځ مې، قرباني مې، ژوند او مرګ مې خاص د الله رب العالمین لپاره دي، هر څه چې تر سره کوم د الله لپاره یې کوم، زه چې لمونځ کوم؛ د الله لپاره یې کوم، د مور او پلار اطاعت د الله لپاره کوم، لوست او زده کړه د الله لپاره کوم تر څو خلکو ته ګټه ورسوم، او ویده کیږم تر څو سبا ته ځواکمن اووسم پر هغه څه چې الله راته پرې امر کړی دی.

نو دا په هر عمل کې د الله بندګي ده، او دا الله ته د تسلمیدو تر ټولو مهمې نښې نښانې دي.

د پوهې لوږه...د هغه اړین شي لوږه چې زمونږ پام ځانته اړوي بل شی یې نشي مړولای پرته له اسلام څخه.

په داسې حال کې چې الحاد د هغه چا لپاره بسنه نه کوي چې پوهیږي چې هغه د مرګ لپاره زیږیدلی.

دغه رساله د الحاد په ستونزو کې یوه علمي او فکري سرچینه ده او د اسلام د اعتبار ځینې شواهد وړاندې کوي.

دا وجبه ( غذا ) د سوال او ځواب په شکل کې ده...

نو راځي د الله په برکت یې پيلوو

۱- الحاد څه ته وايي؟

ج: الحاد په هر غیبي ځواک له باور کولو څخه انکار دی.

ملحد د خالق، نبوت او قیامت څخه انکار کوي.

۲- په الحاد باندې څه شی عیب ګڼئ؟

ج: الحاد د دیني عقیدې په پرتله خورا لوړ باور ته اړتیا لري.

خو دا هغه عقیده ده چې په خیالي انګیرنو او درواغجنو تصوراتو ولاړه ده، د دیني عقیدې برعکس چې په فطري او حتمي محورونو ولاړه ده، چې موږ یې په خپلو سترګو وینو، او فکري لومړیتوبونه او شرعي دلایل دي.

د دې لپاره چې ملحد شې نو باید لاندې کارونه تصور کړئ: الف- هیڅ شی؛ بل هیڅ شي ته ور اضافه شو او له هغې څخه یو لوی شی رامنځته شو...دا په یوه غوره بڼه، نهایت دقیق او معیاري ډول، خورا دقیقې اندازې سره او ستونزمنو حدودو سره کاینات شول .ب- تصادف حیرانوونکي حدود او فزیکي ثوابت رامنځته کړل کوم چې په کائناتو کې لیدل کیږي؛ په داسې حال کې چې د تصادف لپاره دوه شرطونه دی چې ځای او وخت دي، او کائنات پرته له ځای او وخت څخه رامنځته شول! ج- د زمکې لمړي چاپیریال او ګډوډۍ؛ ژوند، باکتریاوي او انسان رامنځته کړ، پداسې حال کې چې اوس مهال بشري عقل د نبوغ حالت ته رسیدلی، خو لدې سره بیا هم نشي کولی چې د ژوند یوه ساده نمونه اختراع کړي. د : ټول هغه اخلاقي ارزښتونه چې موږ یې سم ګڼو، او ډیری یې په بشپړ ډول د مادې ضد لوري ته ځي - نو اصلي اخلاق د دنیوي مصلحت پر بنا د مادي بار او تاوان استازیتوب کوي. هغه چې د مادې او د هغې محصولات دي، دا عقلي ناشوني هغه څه دې چې په الحاد ( بې دینۍ ) د پیل په موخه پرې باید باور ولرې.

هـ- د الحاد لپاره هیڅ منطقي یا مادي دلیل شتون نلري چې د زمکې د ټولو خلکو د له منځه تللو مخه دې ونیسي.

مادي نړۍ سم او ناسم نه پیژني.

چې داسې ده نو د الحادي مفکورې پر اساس؛ د زمکې د ټولو خلکو له منځه تلل د هغوی د راژوندي کیدو سره برابره خبره ده.

الحاد هم د باور پر بنسټ ولاړ دی، مګر داسې یو باور چې د پوهې، دلیل، عقل او یا اخلاقو څخه خالي دی.

د خالق د شتون دلیل څه شی دی؟

دلیلونه زیات دی خو په دوو بسنه کوو:

د پیدا کولو دلیل.

د پاملرنې او مهارت دلیل.

د پیدا کولو دلیل څه معنا لری؟

د پیدا کولو د د لیل معنا دا ده چې :

هر شی رامنځته شوی، پدې معنا چې پیدا شوی وروسته له هغه چې شتون یې نه درلود، نو خامخا به رامنځته کوونکی یعنې پیدا کوونکی لري.

نو پدې اساس به زمونږ سره د پيدا کوونکي پاک ذات پر شتون بې شمېره دلیلونه وي.

په کایناتو کې هره ذره د پیدایښت ثبوت دی، لکه څنګه چې هر څه رامنځته شوي په حقیقت کې وجود ته راښکاره شوي، نو دا په یو پیدا کوونکي ذات دلالت کوي.(۱)

او که وجود (شتو شیانو) ته وګورې نو دا به درته څرګنده شي چې دا موقتي او بدلیدونکی دی؛ نه دایمي او ابدي، لدې امله دا په خپل ځان بسیا نه دی او دا خبره په ذهني توګه تا ددې خبرې منلو ته اړ باسي چې دا یو خالق لري، او پدې سره ستاسو سترګې یوازې د نړۍ په لیدو سره د نړۍ خالق ته راګرځي.

لدې امله د قرآن آيتونه څومره زیات دي چې د انسان پام نړۍ او زمونږ چاپيره مخلوقاتو ته واوړي، الله تعالى فرمايي:

ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او زمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته آیتونه او وېروونكي ګټه نه رسوي چې ایمان نه راوړي.

سورة یونس

او الله تعالی فرمایي:

آیا دوى په خپلو نفسونو كې فكر ندى كړى، چې الله آسمانونه او زمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ ندي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران(او كافران) دي (۸)

سورة الروم.

او الله تعالی فرمایي

آیا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت (او انتظام) كې غور نه دى كړى او په هغو شيانو كې چې الله پیدا كړي دي ) ﴿١٨٥﴾

سورة الأعراف.

نو هر شی چې تازه پیدا شوی نېغ په نېغه د پیدا کوونکي په شتون دلالت کوي.

د پاملرنې او مهارت دلیل څه معنا؟

د پاملرنې او مهارت دلیل معنا دا ده چې:

په مطلق ډول سره په کائناتو کې له کوارکونو - تر ټولو کوچنۍ مادي کتله لیدل شوې ده، چې اټومي جوړښتونه تشکیلوي - څخه نیولې تر کهکشانونو پورې، یوه اندازه پیچلې دنده لري.

پدې معنا چې یوه تخصصي، مهمه او ځانګړې دنده سرته رسوي.

او په طبیعت کې هره وظیفوي پیچلتیا، په مجرد شتون باندې زیاته مرتبه لري.

نو شتون یوه مرتبه ده.

او د شته شیانو دننه پیچلتیا، په یوازې شتون زیاته مرتبه لري.

او هر څه مو چې چارچاپيره دي په ځانګړې بڼه ډیزاین شوي تر څو ځانګړې دنده سرته ورسوي.

نو هر څو مو چې چارچاپيره دي، په حقیقت کې یوه پیچلې دنده لري.

او وظیفوي پیچلتیا پخپله د جوړښت او پيدا کولو دلیل دی.

نو خامخا یو پیداکوونکی شته.

بیلګه یې: چراغ دی، چې وظیفوي پیچلتیا ښایې.

برقي چراغ له لاندی شیانو جوړ دی :

۱ - شمع(ګروپ)

د مسو سیم: چې شمې ته برق ورکړي.

اضافي ګاز: چې د شمې ساتنه وکړي او له شمې او برق سره تعامل و نه لري.

ښېښه: چې د هوا ننوتلو او اضافي ګاز راوتلو مخنیوی وکړي، که داسې ونه شي نو شمه به وسوځیږي.

د چراغ پایه (هولډر) تر څو څراغ له هولډر سره ونښلوي او بالاخره د بریښنا جریان رامنځته کړي

دلته بریښنایي څراغ یو پیچلی سیسټم لري چې ساده کیدی نشي، له همدې د ټولو په سر کې په زیرک جوړښت باندې دلالت کوي.

هغه څوک چې د څراغ زیرک جوړښت نه مني او یا وایې چې دا خپله په تصادفي ډول رامنځته شوی، نو باید د دې خبرې لپاره ترې دلیل وغوښتل شي.

نو هغه چا چې څراغ جوړ کړی د بريښنا په معنا، جریان، د څراغ په ګټو او د شمې په حساسیت پوره پوهیږي، لدې امله د څراغ شتون نیغ په نېغه د زیرک جوړوونکي په شتون دلالت کوي، او اټکلي ندی چې ګویا نور څراغونه شته چې په پوره توګه د دې څراغونو سره په شکل کې توپیر لري.

د عقلي استدلال د ورته درجې سره، ګورو چې یو فعال پیچلي شی لکه انسان یو خالق لري.

څراغ له پنځو برخو څخه جوړ دی ...

پداسې حال کې چې انسان په هره حجره کې 4 ملیارده اجزاوې لري.

څلور ملیارده اجزاوي "حروف" د یو ژوندي ارګانیزم دندې تشکیلوي چې د جنیټیک کو، جینوم یا DNA ورته ویل کیږي، او دا حروف ستاسو د هرې حجرې په مرکز کې موقعیت لري.

نو که فکر کوئ چې د څراغ پنځه برخې یو جوړونکی لري او تاسو جوړونکی نه لرئ، نو دا ستاسو ستونزه ده.

آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي ﴿٣٥﴾

سورة الطور.

ستاسو په شاوخوا کې هرڅه پیچلتیا لري، او هیڅ شی په طبیعت، اتوم، پورته سیارو ، یا ستاسو په بدن کې شتون نلري، پرته له یوې اندازې وظیفوي پیچلتیا څخه.

د هر اتوم او هرې ذرې وظیفوي پیچلتیا او دنده د کائناتو په هر شی کې شتون لري.

الله تعالی فرمایي

یقینًا د آسمانونو او زمكې په پېدا كولو او د شپې او ورځې په بدلېدو او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له بره نه راورَولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او زمكې په مینځ كې مُسَخَّر كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي (۱۶۴)

سورة البقرة

او په دې اړه آیتونه ډېر دي؛

او پند نه اخلي مګر هغه څوک چې عقل کاروي.

او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان ﴿٧﴾

سورة آل عمران.

څوک چې له خپل عقل څخه کار واخلي او په وجود (د مخلوقاتو د ثبوت په دلیل) کې وګوري او د موجوداتو په کنټرول او دندو (د پالنې او کمال د ثبوت دلیل) کې وګوري نو عقلاً به د خالق د شتون پر استدلال قطعي پریکړه وکړي.

6- ولې د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو سرچینه لومړني ډیر ساده کائنات ندي؟

ج: دلته دوه ستونزې دي:

لومړۍ ستونزه: دا چې د یو ډول ژونديو موجوداتو نورو ته د لیږد لپاره یو رغنده دلیل هم شتون نه لري، دا خو لا پریږده چې دومره لوی حیرانوونکی ټوپ ووهل شي چې ګویا انسانان له ابتدايي مخلوقاتو څخه منځته راغلي دي.

نو یو ملحد څنګه کولی شي پداسې یو نشت اټکل باور وکړي، او هیڅ مستقیم دلیل و نه مني، او زموږ له عقلي دیني استدلال څخه انکار وکړي؟.

دویمه ستونزه: د لږ تر لږه جین سیټ مفکورې(Minimum gene set concept) له مخې، امکان نه لري چې هیڅ ژوندی موجود ، که هر څومره ساده وي، له 200 جینونو څخه دې کم وي.

او د جینونو لږ تر لږه شمیره دا ده: د جینونو لږترلږه اندازه چې له هغه پرته هیڅ ژوندیزی مخلوق ژوند نشي کولی!

نو هیڅ ژوندی ارګانیزم به شتون ونلري که چیرته د جینونو شمیر له لږ تر لږه څخه د یو جین په اندازه هم کم وي.

جین یو معلوماتي فیته (کاسیټ) دی چې ډیری جینیاتي کوډونه لري چې معلومات کوډ بندي کوي.

د ژوند لپاره لږ تر لږه جینونه اړین دي تر څو، د دې جینونو یوه ډله د انرژۍ لپاره کوډ بندي کوي - ځکه چې له انرژۍ پرته هیڅ ژوندی ژوند نه شي کولای- او د جینونو یوه بله ټولګه د خوړو لپاره کوډ بندي کوي، او ځیني نور بیا د تولید لپاره کوډ بندي کوي، او نور د ژوند د بنسټیزو دندو لپاره کوډ بندي کوي، او همداسې!

ساینس پوهانو د ژوند لپاره د اړینو جینونو د لږترلږ شمیر لپاره محاسبه کړې، او معلومه کړې یې ده چې دا باید له دوه سوو جینونو څخه کم نه وي.

د کریګ وینټر فاونډیشن دې پایلې ته رسیدلی چې د جینونو لږ تر لږه شمیر له درې سوه او دوه اتیا جینونو څخه کم نه وي.[1]

J. Craig Venter Institute (JCVI) conducted a study to find all the essential genes of M. genitalium through global transposon mutagenesis. As a result they found that 382 out of 482 protein coding genes were essential.

ساینس پوهانو موندلې چې مایکوپلازما (Mycoplasma )، کوم چې د زمکې پر مخ ترټولو کوچنی ژوندی موجود دی؛ 468 جینونه لري.

که دا یوازې د مادې مسأله وي او بس، او نړۍ یوازې یو فزیکي سیسټم وي، نو موږ باید له صفر جین څخه پیل وکړو، که موږ غواړو چې له هایدروجن څخه انسان ته ور انتقال شو!

مګر ساینس موږ ته وايي چې له صفر جین، یو جین، یا حتی سل جینونو په څیر هیڅ شی شتون نلري، ساینس وايي: موږ لږترلږه د معلوماتو لوی سیټ ته اړتیا لرو، که نه نو ژوندی موجود به له پیل څخه څرګند شوی نه و.

په طبیعت کې هیڅ شی ابتدايي ندی، مګر هر سیسټم د خپلواکې جذبې سره پیل شوی!

دا حیرانتیا به د معلوماتو په سیسټم کې پاتې شي چې د مخلوقاتو له څرګندیدو دمخه یې کوډ بندي کوي، او دا به تل د الحاد په مخ کې یوه خنډینه ډبره پاتې شي، د هغوی په مخ کې به خنډینه ډبره پاتې شي چې د الله تعالی له خالقیت څخه منکر دي.

تاسو د 4 ملیارده تخصصي معلوماتو مخې ته قرار لرئ - هغه معلومات چې ستاسو د هرې حجرې په نیوکلیوس کې شتون لري - د دقیقو حیاتي دندو د تولید لپاره.

نو ملحد دا تصور کاوه چې داسې مخلوقات شتون لري چې له صفر جین څخه پیل شوي، مګر د لږ تر لږه جینونو نظریه د دې تصور د له منځه وړلو لپاره راغله.

ژوندي موجودات د لومړۍ شیبې څخه د کاري پیچلتیا سره راڅرګند شول، که نه نو دوی به له پیل څخه راڅرګند شوي نه و.

7-د پاملرنې او مهارت د مثالونو بیلګې کومې دي؟

ج: بې شمېره بیلګې لري.

چې د زمکې کتابچې ورته بسنه نه کوي.

او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې(سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى ﴿٢٧﴾

سورة لقمان.

په کایناتو کې هر اتوم (وړه ذره) د هغه د پاملرنې نښه ده دا چې موږ نن پدې حقیقت پوهیږو او یا سبا.

أ - انسولین - د ګلوکوز هضمولو هورمون - دی چې پانقراس یې ستاسو لخوا د خوړل شوی خوږو په اندازه تولیدوي.

ب - د زړه د وینې د پمپ کولو ځواک د هغه انرژۍ سره مساوي دی چې عضلات ورته د ویستل شوي زحمت په اندازه اړتیا لري

ج - ستاسو د معدې تنګه خوله ترڅو خواړه بیرته ستاسو خولې ته راونه ګرځي چې له امله به یې په تکلیف شئ.

د راوتلو بنده خوله تر څو مو کالي وخت په وخت ناپاکه نه شي.

ای – ستا د کوپړۍ هډوکي تر هغه وخته پوري سره نه ورځي تر څو چي د مور له رحم څخه په خوندي او آسانۍ سره راښکته شوی نه یې، ځکه که چيرې يو ځای شوي وای، نو تر هغه وخته به د مور له رحم څخه راوتلی نه وې تر څو چې هډوکي مات شوي نه وي، او هغه هډوکي تر هغه پورې وده نه کوي تر څو چې د دماغ وده بشپړه شوې نه وي.

و - ستاسو د اعصابو ټول محورونه، کوم چې بریښنایی سیګنالونه لیږدوي، جلا پردې سره پوښل شوي - لکه څنګه چې موږ اوس د بریښنایی تارونو سره کوو - ترڅو بریښنایی سیګنال ټوټه ټوټه، ورک یا ګډوډ نشي.

الکترون په هره ثانیه کې د زر کیلومترو په سرعت سره د نیوکلیوس شاوخوا ګرځي، که نه نو دا به د مثبت نیوکلیوس سره د جذب د ځواک له امله په نیوکلیوس کې راښکته شي او کاینات به له پیل کیدو د مخه سقوط وکړي او دا د اتوم جوړولو لپاره نمونه یی سرعت دی.

H- کله چې دوه هایدروجن اتومونه سره ونخلي ، د هایدروجن 0.007٪ کتله په انرژۍ سره بدلیږي، او که دا اندازه د 0.007٪ پرځای 0.006٪ وي، نو پروټون به د نیوټرون سره یوځای نشي، او کائنات به یوازې هایدروجن پاتې شي، او پاتې عناصر به نه ښکاري، حتی که بدله شوې ډله د 0.007٪ پرځای 0.008٪ انرژي ته ورسیږي، یوځای کول به خورا ګړندي وي، چې دا به د کائنات څخه د هایدروجن سمدستي ورکیدو لامل شي، او ژوند به یې ناممکن کړي. نو شمیره باید د 0.006٪ او 0.008٪ ترمنځ وي.

i- د الکترون ماس (Electron mass) کتله، د نیوټرون ماس(Neutron mass) د کتلې 0.2٪ استازیتوب کوي، او دا د اتوم د جوړښت لپاره معیاري کتله ده.

ي- تېغونه له ټوکیدو وروسته نېغ په نېغه د رڼا لور ته مخ کوي او ریښې یې ښکته ځي، ځکه چې تېغونه د رڼا په وړاندې خورا حساس دي، او ټول هغه معلومات چې دوی یې د دندې ترسره کولو ته اړتیا لري د تخم دننه کوډ شوي، او داسې هورمونونه شتون لري چې د نبات پورتنۍ او شاته وده کنټرولوي او د ریښو په لور، او دا ټول هم د تخم دننه کوډ بندي شوي دي.

ک- په داسې حال کې چې تاسو خوږه میوه خورئ او بیا یې وچ کلک او بې خونده زړی له ځان څخه لرې ګذاروئ، پدې کار سره تاسو هغه مېوې ته اجازه ورکوئ چې په خپلو جینونو کې یو نظر واچوي؛ هغه مهال میوه تاسو ته یو خوږ خوند درکوي پداسې حال کې چې خپل جینونه پټوي - کوم چې د هغه د ژوند اصل دی - د وچ او خویه زړي دننه چې تاسو ته نه ښکاري، نو کله چې تاسو دا وچه دانه په زمکه وغورځوئ تر څو - په کار پیل وکړي- ځکه دا مهال د میوې د ونې د تشکیل لپاره ورته شرایط برابر شي؛ هغه ونه چې ښاخونو، ونو او ریښو ټولو ته شاملیږي د میوه لرونکي ونې په جوړولو پیل کوي، دا ټول کارونه په هغه نباتاتو کې پیښیږي چې په هیڅ نه پوهیږي.

ل - دې ګونګې او کڼې میوې ته چا معلومات برابر کړل تر څو ستاسو د خوښې سره سم د خوږوالي اندازه برابر کړي، چې خوړلو ته مناسبه وي؟

بیا: دا زړی (تخم) چا بدرنګ او د نه خوړلو وړ وګرځاوه، تر څو یې له خوړلو ډډه وکړئ او لرې یې وغورځوئ؟

بیا: چا زړی (تخم) له ارثي جینیاتي معلوماتو نه ډک کړ تر څو د ټولو توضیحاتو او دندو سره یو نوی نبات وزیږوي؟

م - په وروستیو کې ښکاره شوه چې: هغه ذاتي قصور او بې کاري چې مونږ یې په ښېګڼو کې ژوند کوو؛ په ټوله کې د کائناتو د کتلې زیږنده ده.

ذاتي قصور څه ته وایې؟

که چېرته تاسو په موټر کې سپاره شئ او ناڅاپه موټر ودریږي، څه پیښیږي؟

مخ په وړاندی ټیله کیږي! همداسې نده؟

همدې ته بې کاري او ذاتي قصور وايي.

که زمونږد نړۍ ذاتي قصور د اوس په پرتله لږ وای، د هوا ساده باد به کولی شول چې ډبرو ته حرکت ورکړي، او لکه دا زمونږ د نړۍ په څېر به په دوامداره توګه په هر ډول شیانو سره ویشتل کېدو.

که چیرې فعالیت د اوس په پرتله لدې خورا لوی وی چي اوس دی، نو موږ به حتی خپلو ګوتو ته حرکت هم نه شو ورکولی.

Nature's Destiny: How the Laws of Biology Reveal Purpose in the Universe, Michael Denton.

د ذاتی قصور پیاوړتیا او یا عدم فعالیت د کتلې سره تړلي دي.

هغه څه چې فزیک پوهان یې حیران کړي دا دي چې (د شیدو لار نومي کهکشان؛ هغه چې زموږ لمریز نظام یې احتوا کړي، یوازې د 0.1 ملیون په واسطه د عدم فعالیت په کنټرول کې برخه اخلي، پداسې حال کې چې د ځمکې کتله یوازې د 0.001 په ملیون کې د عدم فعالیت په کنترول کې ونډه لري.

نمونه ایی عدم فعالیت؛ هغه چې پر مټ یې موږ ژوند کوو، او د هغې له لارې موږ خپل ټول فعالیتونه تر سره کوو، هغه د ټولو کائناتو د انرژۍ د ټولګې محصول دی.

{وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ} ﴿٢٧﴾ او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافر شوو خلقو ګمان دى، نو دا د كافر شويو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى .

سورة ص.

هر څومره چې ساینس پراختیا مومي، په هماغه کچه د حکمت معجزې او د مخلوقاتو باریکیانې راڅرګندیږي.![3]

دا مسأله مایکل ډینټون په خپل کتاب: قدر الطبیعة کې په تفصیل سره څېړلې او دا کتاب د دارالکتب له ژباړل شوو خپرونو څخه دی.

ن- او کله چې سترګو ته پام وکړو څه به ومومو:

هغه (لوی) نعمت چې ارزښت یې نه اندازه کیږي.

آیا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي ﴿٨﴾

سورة البلد.

د سترګو دقت (ریزولوشن): د پنځه سوه او شپږ اویا میګا پکسل سره برابر دی.

سترګې په نړۍ کې تر ټولو پاک لینز لري.

په شبکیه کې د نور اندازه کوونکی له نیم ملیمتر مربع څخه زیات ندی، او پدې سره د لس میلیونه رنګي درجو تر منځه له بېلابېلو بُعدونو څخه توپیر کوي، دا په حقیقت کې یوه معجزه او په زړه پوری الهی خلقت دی.

او کله چې تاسو خپل مخ ته یو څه وګورئ او رڼا د سترګې په کسي باندې تیریږي، پدې وخت کې ډیری پیچلې کیمیاوي پروسې ترسره کیږي چې په پایله کې یو بریښنایی جریان تولیدوي، دا جریان ستاسو د سترګو د کسي څخه ستاسو دماغ ته د عصبي تارونو له لارې لیږدول کیږي، او دماغ دلته د دې بریښنایی جریان د فریکونسۍ تګ راتګ تشریح کوي چې دا یو لید دی، ته به وایې چې دا دماغ مخکې له مخکې یو بشپړ د لغاتو قاموس لري چې بریښنایی جریان په لید سره بدلوي هغه څه چې تاسو یې ګورئ.

یو حیرانوونکی شی که تاسو یې په اړه فکر کړی وي!

تصور وکړئ: دا دماغ چې له هډوکو جوړ په تیاره بکس دننه پروت دي - دغه تیاره بکس کوپړۍ ده.

او یوازې بریښنایی جریان ستاسو دماغ ته رسيږي.

نو دماغ څنګه دا جریان د لیدلو په توګه تشریح کوي؟

(دماغ) څنګه تاسو ته لید درکړ؟

دا معجزه په یوه شیبه کې تر سره کیږي، یوازې همدومره چې سترګې دې پرانیزې او وګورې.

عین خبره د اوریدو په اړه هم ده:

لکه څنګه چې د غږ موجونه ستاسو د غوږونو پردې ته ننوځي، د غوږ پرده یې له څپو څخه په میخانیکي حرکت بدلوي، دا میخانیکي حرکت بیا د غوږ په منځ کې د دریو کوچنیو هډوکو له لارې داخلي غوږ ته لیږدول کیږي، کوم چې دا په بریښنایی جریان بدلوي.

دا بریښنایی جریان اوس له داخلي غوږ له منځ څخه دماغو ته لیږدول کیږي، ترڅو دماغ د دې بریښنایی جریان په غږونو کې توپیر پیل کړي، نو تاسو کولی شئ غږ واورئ!

دا ټول هم د یوې ثانیې له یوې برخې څخه په کمه موده کې تر سره کیږي {او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې پر هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه در كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ )). سورة النحل (۸۷ ) سورة النحل.

تصور وکړئ چې دماغ هره شیبه د سترګو، غوږونو، لمس، خوند، بوی او د بدن له مختلفو برخو څخه په زرګونو بریښنایی سیګنالونه ترلاسه کوي، ترڅو د دې ټولو سیګنالونو ترمنځ په ډیر دقت ډول سره توپیر وکړي.

دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښایئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي. (۱۱)

سورة لقمان.

{صُنْعَ اللَّـهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ} ﴿٨٨﴾ (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ. (۸۸)

سورة النمل.

څوک دی هغه چې د الله له نعمتونو دې یو وشماري؟

ستاسو په بدن کې د هر بند او هر هډوکي په اړه فکر وکړئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي چې په اندازه یې حرکت وکړئ!

د هغه خویه بندونو په اړه فکر وکړئ چې تاسو ته اجازه درکوي حرکت وکړئ پرته لدې چې هډوکي یو له بل سره د احتکاک له امل وخوړل شي، هغه بندونه چې الله تعالی په کې د مایع په څیر غوړ جمع کړي لکه د ماشینونو په پرزو کې چې (ګریس ) کارول کیږي!

د الله پاک په نعمتونو کې فکر وکړه، پداسې حال چې غور کوونکی او د هغه پر نعمتونو شکر ویستونکی یې.

د الله نعمتونه بې شمېره دي.

{أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّـهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّـهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ} ﴿٢٠﴾ آیا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري او باطني دي پوره كړي دي او په خلکو كې ځینې هغه دي چې د الله په اړه جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه (۲۰)

سورة لقمان.

۸- ځينې ملحدان د پاملرنې دلیل باندې نيوکه کوي، وايي داسې شيان شته چې مثالي نه دي، لکه: ناروغي او زلزله؟

ځواب: په کایناتو کې د کاملو شیانو نشتوالی، د ملحد په وینا، د بشپړتیا شتون نه رد کوي.

بلکه دا پدې سره د بشپړتیا شتون تائیدوي.

که په ټوله کې مهارت اصل او اساس نه وي، ملحد به د غیر ماهره شیانو شتون اصلا نه و احساس کړی.

نو څنګه تاسې پداسې یوه نړۍ کې چې تصمیم پکې نه وي؛ په تصمیم کې د عیب خبره کوئ؟

دا چې دوی یې په عدم مهارت سره نوموي نو دا د پوهې کمي ده او یا د شیانو د حکمت په درک کولو کې کموالی ده.

مؤمنان دا نه وايي چې کاینات کامل دی، او هیڅ آفت پکې نه رامنځ ته کیږي، لکه وایې: کائنات بشپړ دي نو هیڅ شی پکې پرته له هدف څخه نه رامنځ ته کیږي.

د ملحد دریځ د هغو کسانو په شان دی چې په فضايي بېړۍ کې له مهارت څخه انکار کوي ځکه چې په هغه کې په زیاته اندازه نفتي مواد شته چې کېدای شي هره شیبه بیړۍ ته چاودنه ورکړي. ![4]

په عصري فلسفه کې د مذهب د انتقاد پدیده، دکتور سلطان العمیری، د دکتورې رساله ده.

او نړۍ داسې نده جوړه شوې چې تلپاتې او همیشنۍ نړۍ دې وي، او مونږ داسې نه یو جوړ شوي چې معبودان وګرځو.

بلکه زمونږ جوړښت داسې شوی چې په خیر او شر سره و ازمایل شو.

{وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ} ﴿٣٥﴾ او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راګرځول کیږئ.

سورة الأنبیاء.

ښه او بد او هره فتنه چې د الهي حکمت او ارادې په چوکاټ کې ګرځي.

٩- کوم خنډ به وي که چېرته یو مادي سبب شتون ولري چې نړۍ یې رامنځته کړې وي؛ د بیلګې په توګه: یو بل تمدن، او یا یو بل شی؟ ولې په ځانګړې توګه ابدي معبود؟

ج: يو قاعده ده چې د اسلامي علماوو له خوا څه دپاسه زر کاله مخکې رامنځته شوې ده، دا قاعده وايي: د کاركونكو تسلسل د یو کار د نه واقع کېدو لامل ګرځي[۵] .

په عصري فلسفه کې د مذهب د انتقاد پدیده، د. سلطان العمیري، د دوکتورا رساله.

په عاملانو (کار تر سره کوونکو) کې ترتیب، یعنې: د ډیرو جوړوونکو شتون، او پدې پوښتنه کې موږ سره یو بل تمدن شته او یو بل تمدن چې له دوی وړاندې یې تولید درلوده او بل تمدن چې لدی ټولو وړاندې یې تولید درلوده او همداسې نور... دا یو ترتیب دی په جوړوونکو (خالقانو) کې.

دا پرله پسې والی خامخا د کارونو د نه تر سره کولو خنډ ګرځي.

د کارونو نه تر سره کېدل یعنې: لکه د کایناتو، انسان او داسې نورو مخلوقاتو نه رامنځته کېدل.

په کارکوونکو کې پرله پسې والی د کایناتو او موجوداتو نه راښکاره کېدو ته زمینه برابروي.

که چېرته د یو تمدن د رامنځته کېدلو لپاره بل تمدن شرط وي تر څو یې رامنځته کړي، او د بل تمدن رامنځته کېدل له هغه وړاندې په بل تمدن پورې تړاو ولري تر څو یې رامنځته کړي او همداسې تر لا یتناهی پورې، نو نه به دا تمدن رامنځته شي او نه لدې وړاندې بل، او بالاخره نه به وجود رامنځته شي او نه کوم بل څیز.

ځکه د هر تمدن رامنځته کېدل له هغه وړاندې د بل تمدن پورې تړلي دي او په همدې ډول به هیڅکله نه کوم تمدن رامنځته شي او نه کوم بل شی.

نو پرته له لومړني ابدي خالق څخه بله لاره نشته؛ هغه چې ټول شیان یې پیدا کړي دي.

که چیرته یو اوږد ځنځیر وي او په ځنځیر کې هره کړۍ له هغې مخکې د بلې کړۍ پورې تړلې وي، نو هیڅ ډول مخلوقات، پيداېښت او موجودات به پیدا نه نشي، ځکه چې د یو کاریګر شتون به له هغه وړاندې د بل کاریګر پورې تړلی وي او مخکنی به له هغه وړاندې د دواړو پورې تړلی وي او همداسې ورپسې... او پدې توګه به هیڅ شی پیدا نه شي.

نو ځنځیر باید خامخا په یو ځای کې ودریږي.

دلته موږ د لومړي خالق په شتون باوري کیږو؛ هغه چې هیڅ شی ورڅخه مخکې نه دی!

۱۰- موږ هغه قوانین پیژنو چې کائنات اداره کوي او موږ د زلزلو لاملونه هم ښه پېژنو، نو کله چې قوانین پیژنو ولې خالق ته اړتیا ولرو؟

ج: ملحد ګمان کوي ​​چې قوانین د کایناتو د پیدا کولو او ظهور لپاره بسنه کوي، او ځینې ملحدان د "جاذبې د قانون" په نظریه تکیه کوي چې ګویا دا د کایناتو د ظهور لپاره کافي دی، که څه هم دا ادعا د جاذبې د قانون په سرچینه کې په مجرد فکر کولو سره په خپل ذات کې ناچله ده، یا دا چې چا قانوني کړ، او یا چا د مداخلې او د اغیزې د ښکاره کېدلو صفت ورکړ.

د لومړنیو منل شوو چارو څخه صرف د جاذبې د قانون له مخې ناشونې ده چې د بلیارد توپ دې په خپله ولوبیږي.

قانون په خپل ځان کې له هر څه څخه عاجز دی تر دې چې یو شی ښکاره شوی نه وي.

د جاذبې قانون به د بلیارډ توپ تولید نکړي، مګر یوازې هغه ته حرکت ورکوي کله چې ښکاره شي او د بلیارډ لرګي سره ووهل شي.

نو د جاذبې قانون یو خپلواک شی ندی، بلکې د طبیعي پیښې وصف ده.

او د جاذبې قانون به د بلیارډ توپ ته پرته له هغه ځواک څخه حرکت ورنکړي چې د بلیارډ په لرګي کوم فشار راوړل کیږي او حرکت ورکوي، او یوازې دلته د بلیارډ توپ حرکت کوي او د جاذبې د قانون اغیز څرګندیږي.

مګر یو ملحد فکر کوي چې د جاذبې د قانون شتون د بلیارډ توپ، بلیارډ لرګیو او د توپ لوبولو لپاره کافي دی!

د دې کائناتو د ظهور په سبب کې کوم یو دلیل او منطق ته نږدې دی: خالق یا قانون؟

په ورته ډول، د موټر د انجن دننه د احتراق (سوځیدلو) قوانین دي چې هیڅکله به د موټر انجن رامینځته نه کړي.

که موږ د موټر ماشین ته د داخلي احتراق قوانین وراضافه کړو، نو موټور به هم کار ونکړي، نو دلته باید بنزین شتون ولري، کوم چې انرژي ورکوي، او د احتراق لپاره باید یوه سپرغۍ شتون ولري، او مخکې له دې باید ماشین شتون ولري، او یوازې دلته د داخلي احتراق قوانین څرګندیږي او موټر کار کوي!

دا معقوله نده داسې فرض شي چې د داخلي احتراق قوانین د موټور، د احتراق سپرغۍ، ګازو، بنزینو، د موټر چلوونکو او لارې لپاره بسنه کوي.

نو هغه مفکوره چې قانون د کائناتو د ظهور د تشریح لپاره بسنه کوي دا هغه نظر دی چې په هیڅ شی کې د ذهن سره اړخ نه لګوي.

سربیره پردې، که موږ دا مفکوره فرض کړو، دا به موږ ته د عاملانو لړۍ (تسلسل) ته وروګرځوي چې موږ د تېرې پوښتنې په ځواب کې تشریح کړې، نو دا قانون چا رامینځته کړی او چا پیدا کړی، او که دوی ادعا وکړي چې دا بل قانون دی، موږ به د عاملانو لړۍ (تسلسل) ته بیا وروګرځوي کوم چې وایې هیڅ قانون یا کوم مخلوق به ونه موندل شي.

۱۱- څه شی مانع ګرځي چې تصادف دې د کائناتو د رامنځته کېدو سرچینه وي؟

ج: د تصادف نظریی منل د شونتیاوو په اصل ناپوهي ده؛ ځکه چې تصادف دوه نه جلا کیدونکي شرطونه لري.

او هغه: وخت او ځای دی.

تصادف وخت ته اړتیا لري تر څو پکې اغیزه وکړي.

همدارنګه په یو ځای کې فزیکي شتون ته اړتیا لري تر څو خپل تاثیر تولید کړي.

څنګه کولی شو ووایو چې تصادف د کایناتو په جوړولو کې رول لري، پداسې حال کې چې موږ پرته له وخت او ځای څخه منځته راغلي يو؟

د تصادف اغیز به څنګه څرګند شي پرته لدې چې تصادف خپله راڅرګند شي؟

نو تصادف څنګه اغیزه درلودلای شي وړاندې لدې چې شتون ولري، پداسې حال کې چې د وخت او ځای شتون د تصادف لپاره بنسټیز شرطونه دي؟

۱۲- هغه ملحد ته څنګه ځواب ووایو چې وايي کاينات ابدي دي؟

ج: د ترمو ډینامیک د دویم قانون - Second Law of Thermodynamic - له مخې دا ناشونې ده چې کائنات ابدي وي.

د دې قانون د ساده کولو او تشریح لپاره دا مثال وړاندې کوو: که تاسو په خونه کې یو پیاله ګرمې اوبه ولرئ، تودوخه به د ګرمو اوبو څخه د خونې فضا ته خپره شي تر څو د خونې تودوخه د پیالې د حرارت له درجې سره مساوي شي. همدا د ترموډینامیک دویم قانون دی، چیرته چې تل د وخت په اوږدو کې انرژي له پورته څخه ښکته لور ته تیریږي.

دا قانون د کایناتو له پیدا کیدو راهیسې هره شیبه د کائناتو په هر شی کې واقع کیږي، تر څو په کائناتو کې د ټولو شیانو د تودوخې درجی سره برابره شي، او کله چې په کائناتو کې د هر څه تودوخه سره برابره شي، هغه څه د کائناتو د حرارتي مرګ -Thermal Death of Universe- په نوم یادیږي رامنځته کیږي. نو که چيرته کائنات تلپاتې ول نو باید سمدلاسه په - حرارتي مړیني سره - ودریدلی وای مګر په حقیقت کې کائنات اوس د اعظمي انټروپي څخه کم حالت کې دی ، او لاهم حرارتی مرګ ته ندی رسیدلي، نو دا ابدي نه دی ، بلکه یو ثابت پیل لري چې وخت او ځای ورسره هم مهاله رامینځته شوي دي.

د همدې قانون له مخې ثابته شوې چې کائنات په لږ تر لږه انټروپي کې پیل شوي، او دا پدې معنا چې کائنات له مخکنۍ بیلګې پرته رامنځته - پیدا - شوي.

نو دا ساینسي قانون په یو اړخ او د الحاد قانون په بشپړه توګه په بل اړخ کې قرار لري.

۱۳- ولې په خالق باندې د سببیت قانون نه تطبیقیږي؟ یا په بل عبارت: خالق چا پیدا کړی؟

ج: لومړی: پر خالق باندې د خپلو مخلوقاتو قوانین نه پلی کیږي او دا یو منل شوي خبره ده.

که داسې وه نو مونږ به ویل چې: آشپز چا پوخ کړی دی؟

او رنګمال چا رنګ کړی دی؟

نو دا منل شوي ده چې هغه پاک ذات په خپله د وخت او ځای پیدا کوونکی دی، نو هغه څه یې چې پیدا کړي دي د هغوی قانون پرې نه تطبیقيږي.

دویم: دا ریښتیا دي چې هر نوی شی یو پيدا کوونکی لري؛ او دا سمه خبره ده؛ مګر خالق

{لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ} ﴿١١﴾ نشته د هغه په مثل هیڅ شی.

سورة الشوری.

دریم : خالق نوی ندی - بلکه ابدي دی، نو څنګه ویلی شو چې هغه چا پیدا کړی؟(۱)

څلورم: خالق باید ابدي او واجب الوجود وي، که نه نو موږ به په ستونزه کې پریوتي وو چې هغه د " فاعلانو ترتیب دی د کوم پایله چې خامخا د کارونو نه ترسره کیدل راوځي، دا هغه څه دي چې لږ وړاندې مو په بشپړه توګه تشریح کړل، نو خامخا باید لومړنی واجب الوجود خالق شتون ولري.

۱۴- کائنات خورا لوی دي؛ موږ څنګه کولی شو پخپل دې وړوکي حجم سره پدې پراخه کائناتو کې د بسنټ یا مرکز حیثیت ولرو؟!

ج: ملحد بې ځایه انګیرنه کوي او وايي: سره لدې چې کائنات لوی دي، نو انسان په دې کايناتو کې مرکز نه دى!

دا انګیرنه یو مقدمې ته لاره هواروي: څرنګه چې کرنیزه زمکه پراخه ده او بزګر خورا کوچنی دی، نو: هغه یې مالک نه دی!

خبره په مطلق ډول د اندازې نده.

سره لدې چې اخلاق کومه فزیکي اندازه نلري، ولې بیا هم د درندو او سپکو خلکو تر منځ د توپير لپاره تر ټولو ستر معیار دی.

لدې امله خلک په اخلاقو سره تلل کیږي.

نو د حجم او اندازې خبره اصل ندی.

راځئ چې دا مثال وړاندې کړو: که چېرته یو پاچا ولرو او دا پاچا خپل زوی ته ځیني وصیتونه او نصیحتونه وکړي، او پدې اړه ورته یو لیک ولیکي، نو آیا شوني ده چې څوک دې اعتراض وکړي او ووایي: څنګه کیدی شي چې یو پاچا دي بې حسابه او په میلونونو جریبه پراخه زمکې ولري او بیا دې خپل یو کوچني زوی ته په پاملرنې سره دا هر څه هغه ته ورکړي سره لدې چې د زوی حجم او اندازه یې د جایدادونو په پرتله په ملیون کې د یو فیصد په اندازه هم نده.

او الله تعالی لره تر ټول لوړ صفات دی.

نو آیا دا په حقیقت کې معقول اعتراض دی؟

نو خبره د اندازې او وزن نده.

بیا آیا دا کائنات په ملیاردونو ځلې د ستنې له سر څخه له کوچنۍ نقطې ندي پیل شوي، لکه څنګه چې د نړۍ ټول فزیک پوهان دا مني ؟

نو اندازه نسبي خبره ده.

نو ملحد ته څه تاوان دی پدې کې چې الله تعالی د خپلې خوښي مطابق هر رنګ چې وغواړي یو څه پیدا کړي؟

آیا الله تعالی د سرچینو له کمبود سره مخ دی، تر څو یې په اندازه مصرف کړي؟

الله جل جلاله تر هغه ډېر لوی دی.

لیکن آیا واقعا موږ پدې کائناتو کې د مرکز حیثیت لرو؟

هو، ته ای انسانه : په الهي مکلفیت سره پدې کائناتو کې مرکز یې.

او الهي مکلفیت: دین دی.

دین هغه امانت دی چې تا اخیستی دی، او دا ترټولو لویه ازموینه ده چې په ادا کولو یې ته مکلف یي.

نو ته اې انسانه د الله تعالی پر بندګۍ مکلف یې او پدې سره به ته د دې کائناتو مرکز وګرځې، نو ته د دې کائناتو مرکز یې خو په حجم، ځواک او وړتیاوو نه؛ بلکې په الهي مکلفیت سره.

او ته د نیکۍ کولو او بدیو پریښودلو توان لرې ... هغه څوک چې د ایمان او کفر دواړو توان لري.

موږ ټول پوهیږو چې مکلف یو، که وغواړو او یا ونه غواړو!

ملحد، مومن او اګنوسټیک هر یو پوهیږي چې مکلف دی او د الهي مکلفیت احساس کوي، او د اخلاقي ضمیر له رنځ څخه کړیږي، او پوهیږي چې د هغه دننه: وکړه او مه کړه ... ښه کوه او بد مه کوه، مونږ هر یو د خپل ځان پر حقیقت پوه یو چې مکلف یو!

مونږ په تکلیفي ډول د دې کائناتو په مرکز کې یو!

همدارنګه، موږ د دې کائناتو په مرکز کې په ادراکي او شعوري بڼه یو، موږ پوهیږو، احساس کوو، منطقي یو او د خپل موجودیت پر حقیقت او زموږ په شاوخوا کې د کایناتو پر حقیقت پوهیږو، او موږ د خپل شتون په معنی ښه پوهیږو.

موږ غوښتونکي یو، په ګناه نیوونکي یو، مکلف یو، حساب به راسره کیږي.

موږ هغه مخلوق چې (د الله لخوا) په پاملرنې سره په حیرانوونکي توګه چمتو کول درک کوو، مونږ هغه څوک یو چې (الهي) زیرکتیا ته مو پام دی، مونږ هغه څوک یو چې د هغه څه په ترسره کولو قادر یو راسپارل شوي، او یا دا چې له مکلفیت څخه انکار وکړو، موږ د ایمان او کفر توان لرو.

مونږ د دې کائناتو په مرکزیت کې یو.

{إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ ۖ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا} ﴿٧٢﴾ بېشكه مونږ آسمانونو او زمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) ډېر ظالم، ډېر نادان دى،.

سورة الأحزاب.

۱۵- ځینې ملحدین وايي: سیارې ډېرې دي، نو د احتمالاتو د نظریې له مخې طبیعي ده چې د ژوند لپاره دې مناسبه سیاره شتون ولري... آیا دا استدلال صحیح دی؟

ج: د ډیرو سیارو شتون د پاملرنې پر دلیل د انتقاد سره څه تړاو لري؟

خبره د لومړنیو موادو نه ده.

داسې نده چې زه پداسې یو ځنګل کې اوس چې له ټولو سبزیجاتو، میوو او حیواناتو ډک وي، دا پدې معنا نده چې د ځنګل په مینځ کې دې ناڅاپه زما په وړاندې د خوندور پخلي د خوړو لوښی راښکاره شي؛ خبره د خامو موادو نده!

همدا رنګه د نړۍ په دښتو کې پریمانه شګې پدې معنا ندي چې زه دې په دښته کې له شګو جوړ ډیجیټلي پروسیسرونه او الیکترونیکي چپسونه خپل خوا او شاته په هر ځای کې په دښته کې وموم.

نو خبره د خامو موادو نده؛ خبره د جوړښت او زیرکتیا ده Know how.

یوازې د ستورو د ټولګې شتون د دې لپاره بسنه نه کوي چې تر منځه دې پداسې زیرکتیا سره یو ستوری راښکاره شي لکه زمکه.

خبره د کلکوالي، وجود ته راوړلو او هنري جوړښت ده.

{صُنْعَ اللَّـهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ} ﴿٨٨﴾ (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ.

سورة النمل

د ډیری نورو سیارو شتون په مطلق ډول سره د زمکې په کره کې د ژوندون شتون نه توجیه کوي.

د نورو سیارو شتون په تاسو کې د څلور ملیارده حروفو جنیټیکي کوډ نه توجیه کوي، کوم چې ستاسو ټولې دندې، ارګانونه او هورمونونه په حیرانوونکې توګه کنټرولوي، وړاندې لدې چې تاسو په خپله شتون ولرئ!

ژوند معلوم - شی - دی، کومه ماده نده.

او که یو ملحد او زه یوې سیارې ته پورته شو او یو پیچلی ماشین مو کشف کړو چې په اغیزمنه توګه زیرکتیا سره کار کوي، او حتی که موږ لاهم د هغې په دنده نه پوهیږو، آیا د دې ماشین له جوړوونکي یوازې پدې پلمه انکار کېدلی شي چې مونږ په یوه لویه سیاره کې ژوند کوو؟.

نو کله چې موږ دا ماشین وګورو، ذهني وجدان یا فطري عقل ما او ملحد دې وینا ته هڅوي چې یو پیاوړی پیدا کوونکی ذات شته.

څوک چې لدې فکري وجدان څخه انکار کوي، هغه څوک دی چې له پیدا کوونکي څخه انکار کوي، نو له هغه څخه دلیل غوښتل کیږي، نه هغه څوک چې (خالق) ثابتوونکی وي.

په دې ښکلي حیرانوونکو کائناتو کې ملحد هغه څوک دی چې باید ثبوت وړاندې کړي، نه مومن!

اګنوسټیک ملحد کارل سیګن یوځل د "رابطې/Contact " په نوم یو ناول ولیکه ، په کوم کې چې هغه وايي چې ساینس پوهان څنګه له زمکې د باندې د فضایی زیرکتیا په لټه کې دي.

په افسانوي ناول کې، ساینس پوهانو د لومړيو نمبرونو یوه اوږده لړۍ کشف کړېده چې له فضا څخه دباندې نه راځي؛ او ځکه چې دا ابتدايي ترتیب یو ځانګړي ریاضياتي ارزښت لري، داسې ارزښت چې یو ډول ترتیب زیږوي، دا د دې پایلې لپاره کافي ذهني دلیل پر دې چې دا پیغام د بل تمدن څخه راغلی و چې هڅه یې کوله له موږ سره اړیکه ونیسي!

د حیرانتیا وړ خو دا ده چې کارل سیګن چې یو مشهور اګنوسټیک دی، مګر د هغه ذهن د دې حقیقت منلو ته چمتو دی چې د کوچني پیغام پیچلتیا او ترتیب د تخلیق او مهارت پر دلیل باندې ثبوت دی!

یوازې د لومړنیو شمیرو لړۍ چې د یو لوی تمدن شتون یقیني کوي؛ تاسو څنګه د خپل بدن په هره حجره کې څلور ملیارده حرفونه تشریح کوئ، که چیرې یو حرف کې ګډوډي رامنځته شوې وه نو، یو ناورین به پیښ شوی و؟ تاسو څنګه دا ټول مهارت د ملحد غیر منطقي ویناوو ته منسوبوئ؟

دا هیڅ عقل نه مني چې د یو ملحد خیالي ویناوي دې د دې مانع وګرځي چې په یو معقول چوکاټ کې د هر څه رامنځته کېدل دې د یو خالق په شتون تفسیر کړی شي.

{قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِي الْآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ} ﴿١٠١﴾ ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په آسمانونو او زمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له آیتونو او وېروونكو څخه کومه ګټه نه رسيږي چې ایمان نه راوړي.

سورة یونس.

۱۶- ولې ابدي خالق له یو څخه زیات نه شي کېدلای؟

ج: الله تعالی فرمایلي

{لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّـهُ لَفَسَدَتَا} ﴿٢٢﴾ كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو .

سورة الأنبیاء.

د الله سره د نورو معبودانو شتون د کثرت غوښتنه کوي، او کثرت یو بل ته اړتیا لازموي.

او د خالق اړ کېدل - الله مه کړه - د کائناتو ناامني لازمي کوي او دا چې خامخا باید سقوط وکړي ... بالاخرة د کائناتو له منځه تلل لازموي.

د اړمن معبود په شتون کې د کائناتو د بقا لپاره هیڅ تضمین شتون نلري!

{لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّـهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّـهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ}. كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالک؛ پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي ﴿٢٢﴾

سورة الأنبیاء

خالق له اړتیا او کمي څخه منزه او پاک دی، ځکه چې هغه ذات بډای؛ تلپاتې ځواکمن دی.

تېرو -دلایلو- ته دا هم ورزیات کړه: که چېرته په (زمکې او اسمان) کې دوو یا ډیرو معبودانو شتون درلوده، نو عقل وایې چې د جوړجاړې پر ځای به د شخړې احتمال نږدې و، ځکه چې له یو معبود څخه زیات د یوې څخه د ډیرو او څو اړخیزو ارادو او خوښو په معنا ده، او د ارادو زیاتوالی یو بل ته اړتیا لازموي، او دا (حالت) د زمکې او اسمان له منځه تلل لازموي.(۱)

او د انسان فطرت په غوڅه وایې چې الله یو دی، او که یو فزیک پوه یا غیر فزیک پوه انسان دې کائناتو ته وګوري، نو هغه به یوازې دې کائناتو ته د یو خالق تصور وکړي، او همدا فطرت دی.

ولې دین؟

ج: تر ټولو سخت ملحد په دې باور دی چې ريښتیا له دروغ ویلو غوره دي، آیا همداسې نده ؟

سخت ملحد پدې باور دی چې امانت له خیانت څخه غوره دی، آیا همداسې نده؟

دا هغه اصطلاحات دي چې د دې نړۍ څخه ندي، او په مادي نړۍ کې هیڅ شی شتون نلري چې د دوی معنا یا غوښتنې توجیه کړي.

نو د ریښتیا معنا څه ده ؟

د امانت معنا څه ده ؟

که موږ د اتوم ژوروالی تحلیل کړو آیا موږ به د دې معنی پیدا کړو لکه: ریښتیا او یا دروغ؟

که موږ د کهکشان فزیک یا د هورمونونو کیمیا وګورو، آیا موږ به صداقت یا خیانت وګورو؟

دا اصطلاحات د دې فزیکي نړۍ څخه ندي.

مګر حقیقي اصطلاحات دي.

بلکه، دا له سترو کارونو څخه دي.

د یو انسان ارزښت د هغه په ​​اخلاقو دی، نه د هغه د فزیکي اندازې، د هغه د اتومونو شمیر، یا د هغه د حجرو د انرژۍ کچه.

د انسان ارزښت د هغه دننه الهی حکم ته د هغه په ژمنتیا کې دی.

پدې ارزښت کې د انسان سره لدې مادي نړۍ څخه هیڅ شی ګډون نه لري.

دلته یو ښه سړی او بل بد سړی دی.

خو ښه غر او بد غر نشته.

موږ امانتداره سیاره او غداره سیاره نه وینو.

انسان یوازې په معنا سره ارزښت لري، په معنا هدف سره تړاو لري او په معنا وجود سره تړاو لري.

یوازې انسانان او پيریان پوهیږي چې دوی مکلف دي.

او احساس د اخلاقو په معنا ندی مګر زمونږ په داخل کې یو برخه د الهي فطرتي تکلیف څخه.

نو دین د انسان د پوهاوي لپاره یوه اړتیا ده.

دین یوازینی شی دی چې د اخلاقو معنا توجیه کوي، خو ولې شتون لري، او ولې موږ پر هغې پابندۍ ته اړتیا احساسوو.

یوازینی شی چې اخلاقو ته بڼه ورکوي هغه دین دی.

اخلاق یوازې د الهي حکم په چوکاټ کې درک کیدی شي.

دا یوازې د دین له لارې شونې ده پوه شو چې ولې دا په انساني نسل کې فطري دي.

د دین له لارې، موږ د (خپل) شتون په هدف پوهیږو، او موږ پوهیږو چې هغه اخلاق چې موږ یې پیروۍ کولو ته اړتیا احساسوو، حتی که موږ پرې پابندي ونکړو بیا هم دا د الهي مکلفیت یوه برخه ده.

نو دین د بشریت اړتیا ده.

او د همدې دین له لارې موږ پوهیږو چې موږ ولې دلته یو؟

او موږ پوهیږو چې له مرګ نه وروسته به څه وي؟

موږ د وجود (شتون) په معنی پوهیږو.

آیا موږ پوهیږو چې پدې موجوداتو کې زموږ څخه غوښتنه څخه ده؟

نو دین د هغه څه د پېژندلو لپاره اړین دی چې انسان یې باید تر سره کړي.

نو له دين پرته به ټوله نړۍ په بشپړه توګه په نابینایۍ او بشپړې نابودۍ بدله شي.

ابن القیم رحمه الله فرمایلي دي: په دنیا او آخرت کې خوشالۍ او کاميابۍ ته له پېغمبرانو پرته بل لار نشته، او په بشپړه توګه د پاک او پلیت پېژندل هم ناشوني دي مګر د دوی له اړخه، او د الله تعالی رضایت لاسته راوړل هم ناشوني دي مګر د دوی پر لاسونو باندې؟" [6]

زاد المعاد1-68.

نو دنيا تياره او لعنتي ده، پرته له هغه څه چې د دين او د پيغمبرۍ لمر پرې راختلی وي، لکه څرنګه چې شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايلي دي [۷] .

مجموع الفتاوى 19-93،94.

له دین پرته د وجود مقصد نه معلومیږي، خیر او ارزښت معنا نلری.

او پرته له رسالت (پيغمبرانو ) څخه نړۍ په یوه ویروونکي ویجاړۍ سره بدلیږي.

کله چې دین له منځه لاړ شي او خلک له نبوتونو څخه انکار وکړي، نو انسان به د ستورو په څېر په ضایع کیدو بدل شي، لکه څنګه چې کارل سیګن وايي، او په حشره لکه سارتر چې وايي [8].

Video Source: The Shores of the Cosmic Ocean [Episode 1]Some part of our being knows this is where we came from. We long to return. And we can. Because the cosmos is also within us. We're made of star-stuff. We are a way for the cosmos to know itself. 06 min 04 sec او دا چې انسان حشره ده نو دا سارتر په خپله ناول ( د تهوع حالت ) کې ذکر کړي دي.

په حقیقت کې به، انسان په کیمیاوي کثافاتو بدل شي، او په دقیقه معنا سره په کیمیاوي ګندګۍ، لکه څرنګه چې سټیفن هاکینګ وایي.[9]

From an interview with Ken Campbell on Reality on the Rocks: Beyond Our Ken, 1995

نو نبوت د وجود یوازینی نبض (د زړه حرکات) دي او له نبوت پرته خورا په زړه پورې اختراعات او خورا خوندور ارمانونه په وحشت بدلیږي!

له دین پرته، نړۍ په خپلې ټولې ښکلا سره په وحشتناکه ویروونکو شکلونو بدلیږي.

او که له هر ملحد څخه د وجود په اړه هره پوښتنه وکړې لکه: موږ ولې دلته په دې نړۍ کې یو یا له مرګ وروسته څه دي؟

دا به یا ستاسو پوښتنه په اخوا دېخوا خبرو سره جواب کړي او یا به په بشپړ ډول چپ پاتې شي.

نو دين د انسان د فهم او د اخلاقي ارزښتونو د ضرورياتو د درک لپاره يوه طبيعي اړتيا ده او د وجود په مفهوم او د وجود د مقصد او د الله تعالی د بندګۍ د احساس او د هغه د بندګي درک کول ضروري دي، هغه بندګي چې نجات پرې حاصلیږي.

۱۸- څه شی مانع ګرځي چې دا اخلاق د دماغ یا ټولنې محصول وي؟

ج: مغز کټ مټ د فزیکي نړۍ په څیر د ورته فزیکي برخو څخه جوړ شوی دی!

نو څومره چې دماغ پیچلی وي یا فزیکي جوړښتونه پیچلي وي، نو د صفرونو له مجموعې څخه یوازې یو صفر لاسته راځي.

نو که ماده خیر او شر نه پيژني، دماغ هم همدارنګه دي!

دلته موږ له ملحد څخه پوښتنه کوو: که ټوله مادي نړۍ له اخلاقي پلوه بې طرفه وي او په ښه او بد نه پوهیږي نو د ښه او بد مفهوم څنګه څرګند شو؟

او دویمه پوښتنه: کوم دماغي ممانعت شتون لري چې د ټولو د ځمکې والاو د له منځه وړلو مانع وګرځي؟

څه دماغي ممانعت شتون لري چې د څارویو پنجرو ته د بشري توکمونو د ننوتلو مانع وګرځي.

څه دماغي مانع شتون لري چې د ناروغانو، معیوبینو، ضعیفو او کم عمره نسلونو د له منځه وړلو ممانعت وکړي ، لکه هغه څه چې د نازیانو لخوا د T4 پروژې په ترڅ کې ترسره شول، د اکشن ټي فور پروژه-؟[1]

https://en.wikipedia.org/wiki/Aktion_T4

دا هغه پوښتنې دي چې فزیکي دماغ یې په سم یا ناسم سره ځواب نه لري.

دماغ په بشپړه توګه له اخلاقي اړخه بې طرفه دي، ځکه چې هغه پخپله د زمکې له اتومونو څخه جوړ شوي دي.

نو د مغز او اخلاقو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته، نه له نږدې او نه له لرې څخه.

خو دا نظریه چې ټولنه د اخلاقو سرچینه ده، دا یو ناشنا نظریه ده، ځکه چې د اخلاقو معنا؛ انسان د انسان په توګه منل دي، نه ټولنه د ټولنې په توګه.

سربیره پر دې، ټولنه د مادې له ورته اجزاو څخه ده، او له همدې امله د صفرونو ټولګه به یو ځل بیا یوازې یو صفر تولید کړي، نو څنګه ټولنه اخلاق تولیدولای شي پداسې حال کې چې د مادي نړۍ سره هیڅ تړاو نلري؟

بیا، که دا ریښتیا وي، او موږ اخلاق د ټولنې محصول وګڼو، نو نازي به د نورو په وژلو کې په حقه وي، ځکه چې د ټولنې نظر و.

کله چې نړۍ د نازیانو د محاکمه کولو پریکړه وکړه، دا پریکړه د دې حقیقت پر بنسټ وه چې اخلاق مطلق دي نه د ټولنې محصول، که نه نو دوی به د نازیانو د محاکمه کولو توان نه و درلودلی، او نه به پوهیدل چې هغه له پیله غلطي کړې ده.

اخلاق له ټولنې جلا دي، نو حق؛ حق وي په ښه ټولنه او فاسده ټولنه کې.

او خطا؛ خطا وي، په ښه ټولنه او فاسده ټولنه کې.

اخلاق یوه معنی لري چې د دماغ او ټولنې څخه اوړي.

۱۹- د زمکې په تمدن کې له یو څخه زیات معبودان شتون لري، نو ولې په ځانګړي توګه په الله ایمان ټیکانه ده؟

ج: د زمکې په ټولو دینونو کې له الله پرته بل معبود نشته.

له نورو مذهبونو سره زموږ اختلاف دا دی چې دوی د الله سره کوچني معبودان نیولي دي لکه: یسوع او روح القدس په مسیحیت کې، او فشنو، او شیوا او برهما په هندویزم کې ... او داسې نور.

ټول دینونه په یو واحد الله باور لري؛ چې د دوی په نظر د موجوداتو خالق دی.

خو دوی د الله سره نور باطل معبودان جوړوي او زیات نه.

او حتی د مشرکانو بتان هم دوی د معبودانو په توګه نه ګڼل، دوی یوازې دا په پام کې نیولي چې الله خالق دی، مګر دوی یې دالله له پاره واسطه کول.

{وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّـهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ} ﴿٦١﴾ او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې آسمانونه او زمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟

سورة العنکبوت

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایلي دي: "او څوک چې د بتانو د عبادت کوونکو په اړه فکر کوي چې دوی دا عقیده درلوده چې بتان نړۍ پيدا کوي یا باران وروي یا دا چې بوټي راشنه کوي او حیوانات یا نور څه پيدا کوي، نو دا انسان د دوی په اړه ناپوهه دی، بلکه بت پرستانو د خپلو بتانو په اړه داسې باور درلوده لکه مشرکان یې چې د قبرونو په اړه لري[۲] .

مجموع الفتاوى، م1 ص 359.

ول ډیورنټ پدې باور دی چې د هندویزم بت پرستي په پای کې پر یو الله ایمان راوړلو ته ورګرځي، هغه د هندوانو د معبودانو په اړه وايي: "دا زرګونه باطل معبودان هغه څه دي لکه مسیحي کلیساګانې یې چې د زرګونو کشیشانو د تقدس او احترام په اړه کوي. د هندو ذهن د یوې شیبې لپاره هم دا فکر نه کوي چې دا بې شمېره معبودان د لوړ واک درلودونکي دي."[3]

قصة الحضارة، ول ديورانت، مجلد3 ص209.

په هغه راپور کې - چې په هند کې د انګریزانو د اشغال پر مهال برتانوي حکومت ته سپارل شوی و - راغلي و چې: " کمېټه له څېړنې وروسته دې عمومي پایلې ته ورسیده چې د هندوانو لوی اکثریت په یو پورته الله ټینګ باور لري." [4]

مخکنۍ حواله.

الله د ځمکې په ټولو دینونو کې یو دی

{وَإِلَـٰهُنَا وَإِلَـٰهُكُمْ وَاحِدٌ} ﴿٤٦﴾ او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى ﴿٤٦﴾

سورة العنکبوت

او دا بتان او هغه صالحین بنده ګان چې په الوهیت نیول شوي الله ته واسطه کول په خپلو حاجتونو کې بل څه ندي مګر کفري واسطې دي.

او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته ښه نژدې كړي ﴿٣﴾

سورة الزمر.

که چیرته څوک یو څه وکړي چې اړتیا ورته نه لري، نو بې ځایه کار یې وکړ! او الله مونږ ته اړتیا نه لري نو ولې یې پیدا کړي یو؟

ځواب: هغه باور چې وایې: اړتیا د بې ځایه کار په وړاندې قرار لري، دا یو بې معنا باور دی.!

ځکه چې اړتیا د حکمت په وړاندې قرار لري نه د عبثیت په وړاندې.

نو یو بډایه او نیک شهرت لرونکی ډاکټر کیدی شي د ډیرو خلکو درملنه وکړي پرته لدې چې د کوم څه اړتیا ورته ولري، بلکه د همغوی د ښېګڼې لپاره یې درملنه کوي، نو مونږ هیڅکله د هغه دې کړنې ته بې ځایه او عبث کار نه وایو!

نو حکمت او د یو کار تر شا لویه اراده د اړتیا او بې عقلۍ په دایره کې نه څرخیږي!

او که لامبو وهونکی د زړه خوږۍ له امله یو کوچنی وژغوري، نو آیا همداسې به یې هلته پریږدي پرته لدې چې د کوچني کورنۍ ترې مننه وکړي، نو د لامبو وهونکي دې کړنې ته د اړتیا او یا عبث کار په سترګه نه لیدل کیږي، بلکې دا یو سخاوتمندانه عمل، سپیڅلي اخلاق او د قدر وړ هدف دی!

نو د اړتیا او عبث(بې ځایه کړنو) تر منځ تلازم نشته![5]

ظاهرة نقد الدين في الفلسفة الحديثة، د. سلطان العميري، رسالة دكتوراة.

او په صحیح مسلم کې د قدسي حدیث په روایت؛ الله تعالی فرمایي:

ای زما بندګانو! که چېرته ستاسو مخکني او وروستني، انسانان او پيریان ستاسو څخه د یو تر ټولو پرهیزګاره انسان په زړه اوسي، دا به زما په پاچاهۍ کې هیڅ شی زیاد نه کړي، ای زما بندګانو! که چېرته ستاسو مخکني او وروستني، انسانان او پيریان ستاسو څخه د یو تر ټولو بد عمله انسان په زړه اوسي، دا به زما له پاچاهۍ څخه څه کم نه کړي، یقینا دا ستاسو کړنې دي چې زه یې تاسو ته شمېرم (لیکم او ثبتوم) بیا یې تاسو ته بدله درکوم، نو چا چې ښېګڼه وموندله، د الله ستاینه دې وکړي او چاچې لدې پرته بل څه وموندل، نو یوازې خپل ځان دې ملامت وګڼي.

صحيح مسلم، :2577. شمېره حدیث.

الله د مخلوقاتو څخه غني دی (هیڅ اړتیا ورته نه لري).

او زمونږ هڅې، کوښښونه، او عملونه زمونږ د خپل ځان لپاره دي.

{وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ ۚ إِنَّ اللَّـهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ} ﴿٦﴾ او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي، بېشكه الله خامخا غني(ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه (۶)

سورة العنکبوت.

موږ پوهیږو چې الله په خپل ټولو مخلوقاتو کې حکمت لري، اګر که موږ له هغې څخه ناخبره یو، او د ډاکټر له حکمت څخه د ناروغ ناپوهي پدې معنی نه ده چې د ډاکټر پریکړې بې ځایه دي.

په الهي حكمت له پوهېدلو څخه د حكمت په ټولو ابعادو پوهېدل نه لازمیږي، بلكې په ځينو يې پوهېدل بسنه کوي!

دا زموږ لپاره بسنه کوي پوه شو چې موږ د الله پر عبادت مکلف یو او د الهي حکمت په وجود پوه شو، دا په جمله توګه زمونږ لپاره بسنه کوي، که نه نو موږ به د هغه چا په څېر یو چې په هر هغه څه کافر کیږي چې پرې نه پوهیږي: {بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ} {بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى،} د ﴿٣٩﴾ سورة يونس.

الله پاک حکمت والا ذات دی او موږ یې د حکمت له مخې پيدا کړي یو.

یوازې الله هغه ذات دی چې د عبادت وړ دی.

نو یوازې الله د عبادت وړ دی، ځکه ( الله) هغه ذات دی چې موږ یې له نش څخه پیدا کړي يو، الله پاک فرمایي:

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} ﴿٢١﴾ اى خلکو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي یاست او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.

سورة البقرة.

او (الله) هغه ذات دی چې موږ ته یې لارښوونه کړې، او (الله) هغه ذات دی چې شریعت(قانون) یې جاري کړی، هر څه یې اندازه کړي، امر کوونکي او منع کوونکی دی.

{أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ} ﴿٥٤﴾ خبر شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول.

سورة الأعراف.

الله یوازې پیدا کول نه کوي، بلکې هغه حکم فرما هم دی او موږ د هغه پاک ذات ​​امر پر ځای کوو.

عبادت په خپلو بندګانو د الله حق دی، ځکه هغه پاک ذات دی چې موږ یې پیدا کړي یو او مونږ ته یې ژوند راکړی، په وخت یې موږ ته روزي راکړې، موږ ته یې لارښوونه کړې، او خپل پیغمبران یې مونږ ته رالیږلي ترڅو مو و ازمایي چې څوک زمونږ څخه په عمل کې غوره دی. نو عبادت پر مونږ د الله حق دی.

{الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ} ﴿٢﴾ هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى

سورة الملک.

او زموږ ژوند او آخرت له عبادت پرته نه سمیږي او له هغه پرته زموږ اخلاق نه سمېږي، عبادت د بې حیایۍ او فحشا مخه نیسي او په دې سره د خلکو دنیا اصلاح کیږي، زمونږ رب العالمین فرمایي:

{ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ ۖ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ} ﴿٤٥﴾ او لمونځ قايموه، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي.

سورة العنکبوت.

او موږ له عبادت پرته جنت نشو ګټلای، ځکه دا په آخرت کې نجات او د دنیا نعمت دی.

عبادت زموږ لپاره او زموږ د خیر لپاره دی او دا د الله تعالی په وړاندې پر موږ فرض دی ځکه چې هغه زموږ خالق دی او ګټه یې یوازې موږ ته راګرځي او نیمګړتیا یې هم یوازې مونږ ته راګرځي.

جنت قیمتي دی، نو څوک چې جنت غواړي د هغې لپاره کار کوي، موږ هغه پاک ذات ته محتاج یو، او هغه زمونږ او له ټولو مخلوقاتو څخه مستغني دی.

۲۱- الله څنګه وپیژنو؟

ج: موږ الله په ډېرو زیاتو طریقو پېژندلای شو، خو دلته به څلور لارې ذکر کړو:

لومړۍ طریقه: موږ د سالم فطرت له لارې الله تعالی پيژنو.

انسان په خپل فطرت سره پوهیږي چې هغه یو خالق لري، نو ته په خپل فطرت سره پوهیږې چې یو خالق لرې چې ته یې په دې شکل، دې اعضاوو، دې تخلیق، او دې حیرانوونکي جوړښت او هنر سره پیدا کړی یې.

همدارنګه انسان په خپل فطرت سره پوهېږي چې دی په عبادت سره خپل خالق ته په رجوع کولو مکلف دی، او په خپل فطرت سره پدې هم پوهېږي چې بې وزله دی او خپل خالق ته په هر وخت کې محتاج دى، او الله تعالی ته د احتیاج احساس د مصیبت پر مهال زیاتیږي.

د الله تعالی د پېژندنې فطرت هغه دی چې ټول انسانان پرې پيدا شوي، الله تعالی فرمایي

نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، پداسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلک پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته، همدغه سم(نېغ) دین دى، خو د خلکو اكثریت نه پوهېږي.

سورة الروم.

او الله پاک فرمایي:

{وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَـٰذَا غَافِلِينَ} ﴿١٧٢﴾ او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو.

سورة الأعراف.

نو وړاندې لدې چې پيدا شو، د الله پيژندنه مو په فطرت کې وه، او الله پاک ته بندګي کول مو په فطرت کې و.

(وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَىٰ شَهِدْنَا). او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل): آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو.

او نبي صلی الله علیه وسلم په متفق علیه حدیث کې فرمایلي دي:

هیڅ یو ماشوم داسې نشته چې په فطرت باندې نه وي زیږیدلی [۷] .

صحیح مسلم، ج: ۲۶۵۸.

موږ ټول پر همدې فطرت سره پیدا کیږو، او دا فطرت د هر هغه چا لپاره کافي دی چې حق غواړي او پر حق باندې استدلال وکړي او حق ته تسلیم شي کله چې ورته ښکاره شي.

او لدې فطرت څخه هیڅوک انکار نشي کولای حتی تر ټولو سخت کافر، په ځانګړي توګه په سختو وختونو کې. ځکه ټول خلک د سختیو پر مهال الله ته رجوع کوي او هغه څه هیروي چې دوی یې شریکوي.

{وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ الْإِنسَانُ كَفُورًا} ﴿٦٧﴾ او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يوازې هغه (الله رابلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته وژغوري (،نو) تاسو (له توحیده) مخ اړوئ او انسان ډېر ناشكره دى.

سورة الإسراء.

کله چي یو څوک په سخت مصیبت کې وي او د بربادۍ احساس وکړي، هغه به یوازې یو الله ته بلنه ورکړي او خپل ټول شرکونه به هیر کړي؛ او د سختیو پر مهال په دعا کې الله ته دا اخلاص د سالم فطرت لخوا هڅوونه ده؛ کوم په هر انسان کې دننه شتون لري.

یو له امریکایی ولسمشرانو څخه – آیزن هوور – چې په ​​دویمه نړیواله جګړه کې د امریکایی ځواکونو قوماندان و وایې، وروسته لدې چې د لوی خطر په وخت کې پوځونه بیرته فطرت ته څنګه ورستنیږی وایی: "په خندقونو کې هیڅ ملحد شتون نلري." [8]

https://en.wikipedia.org/wiki/There_are_no_atheists_in_foxholes

د جنګ پر مهال په خندق کې له الله څخه منکر نشته، ټول الله ته ورګرځي، دا د فطرت هغه حقیقت دی چې ټول انسانان پرې د سختیو پر مهال اعتراف کوي.(۱)

د الله د پېژندلو دویمه لار عقل دی: نو مونږ الله په عقل سره پيژنو.

الله تعالی فرمایي:

آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

سورة الطور.

په عقل کې درې امکانات شتون لري چې څلورم نه لري:

لومړی: دا چې موږ پرته له خالق څخه پیدا شوي یو (أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ) (یا پرته له کوم شی څخه پیدا شوي دي) او دا ناشونې ده، ځکه چې موږ څنګه پرته له خالق څخه پیدا کېدلی شو؟

دویم: دا چې موږ خپل ځانونه پیدا کړي دي (أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) (یا دوی خالق-پیدا کوونکي- دي) او دا هم ناشونې ده، ځکه څنګه زه خپل ځان پیدا کولی شم وړاندې لدې چې پیدا کړی شم؟

نو په ذهن (عقل) کې دریم احتمال پاتې کیږي، کوم چې آیت ورڅخه چپ پاتې شوی دی، ځکه چې بدیهي (احتمال) دی، هغه دا چې مونږ یو خالق لرو چې مونږ یې پیدا کړي یو.

نو مونږ الله په عقل سره پیژنو.

د الله د پېژندلو دریمه لار، د الله په مخلوقاتو کې نظر اچول دي:

د الله په مخلوق کې نظر اچول زمونږ مخې ته د الله لوی عظمت ودروي.

{قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ} ﴿١٠١﴾ ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په آسمانونو اوځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له آیتونو او وېروونكو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي.

سورة یونس.

هرڅومره چې موږ د الله زیرک پيدایښت او حیرانوونکي مهارت ته وګورو هومره مو د الله پيژندنه زیاتیږي.

دا هغه څه دي چې موږ وړاندې د پیدا کولو په دلیل، د پاملرنې په دلیل او د مهارت په دلیل کې ورڅخه یادونه وکړه.

د الله تعالی د پیژندلو څلورمه طریقه د رسولانو له لارې ده:

او دا د الله تعالی د پیژندلو ترټولو لویه لاره ده هغه دا چې الله تعالی د هغه د رسولانو اوانبیاوو له لارې وپيژنو، پیغمبرانو د الله په اړه خبر ورکړی، او د هغه له صفتونو او ذات څخه یې هم خلک خبر کړي دي، نو د انبیاوو له لارې مونږ الله تعالی په نومونو او صفتونو سره وپيژانده، او پدې پوه شو چې څنګه د الله عبادت وکړو او څنګه ورته ځان نږدې کړو، او پدې هم پوه شو چې څرنګه د الله له عذاب څخه د حساب په ورځ ژغورل کېدلی شو، نو رسولانو خلک د الله عبادت ته راوبلل، یا په بل عبارت: دوی خلکو ته بلنه ورکړه چې بیرته خپل فطرت ته وروګرځي، هغه چې دوی پرې پيدا شوي دي، او په هغه بڼه د الله عبادت وکړي لکه څرنګه یې چې امر کړی.

پېغمبرانو خلکو ته د حق او خلاصون لور ته لارښوونه وکړه.

او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

سورة النساء.

د دغو پیغمبرانو او رسولانو لخوا د الله په اړه معلومات ورکول او د الله په معجزو سره د دوی ملاتړ کول د قیامت په ورځ د الله پر وړاندې د هیچا دلیل نه جوړوي.

الله تعالی تاسو ته هغه فطرت درکړی چې تاسو پرې خپل خالق پیژنئ، تاسو ته یې عقل درکړی او تاسو ته یې د هغه په مخلوقاتو کې د نظر اچولو توان درکړی، او تاسو ته یې پیغمبران رالیږلي دي، نو ستاسو لپاره د الله په وړاندې هیڅ دلیل او بهانه نه پاتې کیږي.

۲۲- دینونه خو ډېر دي، نو اسلام ولې؟

ج: اسلام د دینونو تر منځ یو دین نه دی.

اسلام په عقیده کې د زاړه عهد د ټولو پیغمبرانو عقیده مني.

اسلام د هغو مذهبونو د تګلارې سمون دی چې منحرف شوي دي، او د زړې عهد نامې د پیغمبرانو د توحیدي عقیدې بیا راګرځول دي.

الله تعالی فرمایي:

هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او اختلاف پکې مه کوئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي.

سورة الشوری.

نو اسلام د نورو دينونو په څېر يو دين ندی، بلکې د ټولو دينونو اصل دی.

۲۳- اسلام څه شی دی؟

ج: اسلام : الله تعالی ته تسلیمېدل، غاړه اېښودل او تابعداري کول دي.

الله تعالی فرمایي:

{وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّـهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّـهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا} ﴿١٢٥﴾ او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم-علیه السلام- د ملت تابع شو، چې يوازې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم-علیه السلام- لره خلیل نیولى دى .

سورة النساء.

او د أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّـهِ معنا: یعني الله ته تسلیم شو او د هغه ذات تابع شو؛ لوړ او د تقدس وړ دی رب زمونږ،او دا په خلکو کې تر ټولو غوره دیندار دی.

او الله تعالی فرمایي:

{فَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ} ﴿٣٤﴾ نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه.

سورة الحج.

او د ( فَلَهُ أَسْلِمُوا) معنا دا ده چې : د هغه حکم ته تسلیم شول.

له دې آيتونو څخه دا څرګندېږي چې د اسلام مفهوم د الله تعالى په وړاندې مطلق تسليمېدل دي، او د هغه جل جلاله تابع کېدل دي، او په خوښۍ او منلو سره د هغه د شریعت حکمونه پر ځان تطبیقول، او دا د اسلام اصل او حقيقت دى.

اسلام؛ الله تعالی ته د هغه په پریکړو او قوانینو کې تسلیمیدل دي.

اسلام ټول بشریت ته د الله تعالی دین دی، الله تعالی فرمایي:

{إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ} ﴿١٩﴾ بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى.

سورة آل عمران.

اسلام هغه دین دی چې الله تعالی له هغه پرته بل دین نه مني.

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} ﴿٨٥﴾ او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.

سورة آل عمران

اسلام هغه دين دی چې الله تعالی پرې ټول انبياء او رسولان راليږلي دي، د انبياوو دين يو دی او هغه اسلام دی او ټول انبياء عليهم السلام په توحيد سره راغلي دي، که څه هم د هغوی شريعتونه سره توپير لري.

الله تعالی فرمایي:

او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول ندى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، نو تاسو زما عبادت كوئ.

سورة الأنبیاء.

پر دې توحيد له اسلام پرته بل هيڅ دين پاتې ندی.

اسلام نن ورځ په ځمکه کې یوازینی توحیدی دین دی.

په داسې حال کې چې له نورو شريعتونو سره تړلي ټول شرک لري، لږ یا ډیر، د انبياوو له وفات نه وروسته او له هغه وروسته چې خلک يې په توحيد باندې پرېښودل، خلکو د وخت په تېرېدو سره شرک وکړ او نن ورځ له خالص توحيد څخه هیڅ ندي پاتې چې اسلام پرې راتګ کړی؛ پرته له اسلام څخه.

۲۴- آیا په اسلام کې هغو پوښتنو ته ځواب شته چې ذهنونه یې په ځواب کې مشوش او بی ځوابه دي: موږ له کومه ځایه راغلي یو؟ موږ ولې دلته په دې نړۍ کې یو؟ او برخلیک چیرته دی؟

ج: اسلام دې ټولو پوښتنو ته د قرانکریم په یو آیت کې ځواب ورکړی، زموږ پاک پروردګار فرمایلي دي:

{وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} ﴿٢٢﴾ او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ.

سورة یس.

ته له کومه راغلی یې؟ الله پیدا کړی یم (الَّذِي فَطَرَنِي). هغه ذات چې زه یې پیدا کړی یم.

او زه چیرته تلونکی یم؟ زه به الله ته ورځم چې د کړنو حساب راسره وکړی شي (وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ).او هغه ذات چې هغه ته به بیرته ستانه شئ.

ولې دې نړۍ ته راغلې؟ د الله د عبادت لپاره او د دې لپاره چې و ازمایل شم.

ولې د الله عبادت کوم؟ طبیعي خبره ده چې زه د هغه الله عبادت وکړم چې زه یې پیدا کړی یم، ځکه د بنده او د هغه د رب تر منځ د اړیکو طبیعت همدا دی... چې بنده د خپل رب او خالق عبادت وکړي.

(وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي). او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم.

په یو آیت کې د دریو مهمو پوښتنو ځوابونه راټول شوي چې انسان ورته حیرانیږي

{وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم .(۲۲)

سورة یس.

۲۵- ته څنګه پوه شوې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله لخوا رسول دی؟

ج: د اعجازي دلایلو ډیروالی د معنوي تواتر او بشپړ یقین څرګندونه کوي.

ارسطو په خپلو ټولو (عملي) کړنو سره فیلسوف دی، نه د یوې جملې او یا یو فلسفي تحلیل سره.

ابو قراط د هغه په ټولو طبي پروژو سره یو ډاکټر دی، نه په یو عملیات سره چې تر سره کړی یې دی.

په همدې ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د معجزې په اړه د ثبوتونو کثرت د اخلاقي تسلسل او بشپړ یقین څرګندونه کوي چې هغه پیغمبر دی.

كه د هغه صلی الله علیه وسلم ژوند ليک ته وګورې او ومومې چې هغه رښتونى دى او د ډېرو دښمنو خلكو په اقرار يې په رښتينولۍ مشهور و او هېڅکله په دروغو او بې حیایۍ سره یاد شوی ندی بیا هغه له غیبو څخه خبر ورکوي او - څه چې وایې - همغسي کیږي لکه، هغه څوک چې د پیغمبرانو د هغه د راتګ وړاندوینه کړې وه صلی الله علیه وسلم، د هغه له راتګ څخه سلونه کاله مخکې. دا ټول د هغه د صحیح رسالت معنوی تواتر او مکمل یقین باندی دلالت کوی.

بیا د هغه تر ټولو لوی معجزی به څنګه وي چې هغه راوړی دی، چی هغه قرآن کریم دی ؟

هغه قرآن چې الله پرې د بیان، فصاحت او بلاغت خلک ننګولې دي تر څو د هغه په ​​شان او يا له هغه څخه يو سورت راوړي، نو هغوى داسې ونه کړی شول.

الله تعالی فرمایلي دي

{لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا} ﴿٢٤﴾ تاسو (دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ،

سورة البقرة.

نه يې وکړ او نه يې د کولو توان درلوده.

قرآن کریم اوس هم د مشرکانو او فصیحه خلکو ویناوې ننګوي او په دې ټولو کې دوی د هغه مخالفت کولو ته زړه نازړه دي او پرتله کولو ته زړه نه ښه کوي.

ډاکټر عبدالله دراز رحمه الله وایي: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې ویره نه درلوده چې دا ننګونه به د دوی ادبی لیوالتیا راوپاروي؟

نو دوی د هغه سیالۍ ته له ویرې سره راوړاندې شول، حال دا چې دوی ټول محتاط وو؛ او هغه به څه کړی وی که له دوی څخه د فصحاوو یوې ډلې تړون کړی و تر څو یې داسې یوه وینا جوړه کړې وه چې په ځینو برخو کې د قرآن سره ورته والی ولري !

بیا که هغه دې ته زړه ښه کړی و چې د خپل وخت په خلکو باندې دا حکم صادر کړي نو په راتلونکو نسلونو به یې څنګه صادروي؟

دا هغه جرات دی چې که یو سړی د خپل ځان په قدر پوه شي نو هیڅکله به وروړاندې نه شي تر څو یې د قضایی لګښتونو لاس ډک او اسماني خبرونو ډاډمن نه وي، او بیا یې پدې توګه د نړۍ مخې د وروستي قضاوت په بڼه وړاندې کړي،او چې هرڅوک یې مخالفت وکړي په ښکاره توګه بې کفایته او ښکاره ناکام دی، دا (ننګوونه) د وخت په اوږدو کې په هر عصر کې همداسې پاتې شي. [9]

النبأ العظيم، د. عبد الله دراز رحمه الله، 44-45. مخ

دغو مشرکانو ولیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جګړې لپاره د لښکرو جوړول او د ګوندونو راغونډول د قرآن سره له مخالفت او نه منلو څخه آسان کار دی لدې چې د قرآن مخالفت وکړي او ننګونه یې ومني، دا د دوی تر ټولو ستره هڅه وه

{وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ} ﴿٢٦﴾ او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ

سورة فصلت.

ټول عربان او هغه ملتونه چې ننګونه ورته رسېدلې وه و نه توانېدل داسې څه راوړي چې ملحدین او نورو ته تسلیت راحت بخښونکی شي.

الوسي رحمه الله فرمايي: تر نن ورځي پوري لدوی نه هيڅ يوه خپلې شونډې په داسې یو صفت او یا موصوف سره و نه خوځولې چې ( د قرآن په څېر او یا له هغه څخه یو څه وي).

جبیر بن مطعم چې لا مسلمان شوی نه و وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې په ماښام کې به یې د الطور سورت لوسته، او کله چې دې آیت ته ورسېد:

{أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ﴿٣٥﴾ آیا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ ﴿٣٦﴾ آیا دوى آسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بل: د اضراب د پاره دی:دوی اسمانونه او ځمکه نه دي پیدا کړي، دوى یقین نه كوي.

أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ ﴿٣٧﴾} آیا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكداران دي.

سورة الطور.

و یې ویل: نږدې و چې زړه مې والوځي".[10]

صحيح البخاري، ح: 4854.

نو په قرانکریم کې داسې حیرانوونکي رازونه شته چې د بشریت روح ته رسیږي.

وګورئ چې څنګه به د مشرکانو ښځې د زیاتې لیوالتیا او تاثیر له امله د ابوبکر د کور خواوشا د قرآن کریم د تلاوت پر مهال راټولېدلې، تر دې چې د قریشو د سړیو سره یې اندیښنه پیدا کړه او وویریدل.

صحيح البخاري، ح: 3905.

له همدې امله د عربو استازو موافقه وکړه چې قرآن دې نه خپله اوري او نه دې خپلې کورنۍ اوریدلو ته پریږدي، ځکه په کفر د پاتې کېدو يوازنۍ لار ده.

د قرآن کریم له عجایبو څخه چې نه خلاصیدونکي دي هغه څه دي چې ډاکټر عبدالله دراز رحمه الله په مختلفو وختونو کې د قرآن کریم د آیتونو د نزول په اړه ذکر کړي دي، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د سورتونو په منځونو کې په ځانګړو ځایونو کې د ځینو آیتونو اېښودلو او په نورو سورتونو کې د یو لړ نورو آیتونو ځای پر ځای کولو ته اشاره کړې ده وایې، بيا يې په اخر کې هر یو سورت د یو ځانګړې ساختمان په څېر ښکاري، پر هغه دې الله ورحمیږي بیا وایې: د قرآن د نزول پر مهال په قرآن کې ځينې موضوعات له نورو موضوعاتو څخه په جلاوالي کې زياتېدل او په تدريجي ډول يې د نورو آيتونو له نازلېدو وروسته خپلواک واحدونه جوړ کړل او ځينې نور آیتونه یو له بل سره تداخل لري، دا هر څه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر سره سم تر سره کېدل او هغه به په خپل نوبت له جبریل علیه السلام څخه لارښوونې اخستې.

که موږ بې شمیره تاریخونه په پام کې ونیسو - د قرآن کریم د آیتونو د نزول نیټې - نو وبه ګورو چې دې وحي په عمومي توګه په ځانګړو شرایطو او فرصتونو پورې تړاو درلوده، دا موږ دې ته هم اړ باسي تر څو د هغې نېټې په اړه پوښتنه وکړو چې هر سورت پکې د یوې ځانګړې پروسې او خپلواک واحد په توګه تنظیم شوی دی.

لکه قرآن چې د یوې پخوانۍ لرغونې ودانۍ شمېرل شوې ټوټې وې، چې د پخوا په څیر په یو بل ځای کې یې د بیارغونې اراده شتون ولري، که نه نو څنګه کیدی شي د سملاسي او منظم ترتیب په اړه یې وضاحت ورکړل شي، په هغه برخه کې چې د ډیری سورتونو پورې اړه لري.

مګر د راتلونکو پیښو په وړاندې د داسې پلان جوړولو پر مهال انسان څه ډول تاریخي تضمین، د هغه قانوني غوښتنې، او مطلوب حلونه ترلاسه کولی شي؟ برسېره پر دې چې دا حلونه په کوم ژبني شکل کې وړاندې شي او د دې سورت پر ځای د بل سره اسلوبي مطابقت ولری؟

آیا موږ دې پایلې ته نه رسیږو چې د دې پلان بشپړیدل او په مطلوب ډول یې پلي کول د لوی خالق مداخلې ته اړتیا لري هغه ذات چې د دې مطلوبې همغږۍ د رامینځته کولو لپاره پوه ځواک لري [۱۲]؟

كتاب مدخل إلى القرآن الكريم، د. عبد الله دراز.

قرآن د هغه - صلی الله علیه وسلم - د نبوت د ريښتینولۍ یوه خپلواکه معجزه ده.

او د هغه - صلی الله علیه وسلم معجزې چې په ​​لاس یې ښکاره شوي ډیری دي ، آن له زرو اوړي ، او لږ وخت پرې تېر شوی، او چا یې چې په اړه مونږ ته - معلومات - رانقل کړي دي ترټولو ریښتیني او غوره خلک دي.

او دغه راویانو چې مونږ ته يې دا معجزې رانقل کړي دي په ډیرو وړو مسئلو کې درواغو ته جواز نه ورکوي، نو څنګه به پر هغه دروغ ووایي، او هغوی پدې پوهېږي چې چا په قصدي توګه پر هغه درواغ وويل نو هغه دې په اور کې د ځان لپاره ځاى ناستی وټاکي .لکه څرنګه چې هغه - صلی الله علیه وسلم - پدې اړه خبرداری ورکړی دی.

د هغه - صلی الله علیه وسلم - ځینې معجزې، په زرګونو صحابه کرامو لېدلي، او ځینې نورې یې په لسګونو - صحابه کرامو - روایت کړي دي، نو دوی څنګه په دې ټولو کې په دروغ ویلو سره توافق کولی شي؟

د هغه د معجزو یوه بیلګه چې د خلکو د یو لوی ټولګي په حضور کې لېدل شوې: د خرما د تنې مشهور او متواتر حدیث دی چیرته به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د پاسه خطبه ویله، کله چې ممبر ورته جوړ کړای شو او پرې وخوت او په خطبې ویلو یې پیل وکړ، نو د خرما تنې لکه د ماشوم په څېر ژړا پیل کړه، تر هغه یې ژړا او فریاد کاوه تر دې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم خپل سینې ته راجوخته کړه او چپ شوه.

دا حدیث له صحابه کرامو څخه: أنس بن مالک، جابر بن عبد الله، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر، أبی بن کعب، أبو سعید، سهل به سعد، عائشة بنت أبی بکر او أم سلمې رضي الله عنهم اجمین روایت کړی دی.

نو آیا امکان لري چې د صحابه کرامو دا - لوی - شمېر دي سره پدې روایت کې په دروغ ویلو توافق وکړي.؟

لکه ځینې معجزې یې د زرګونو صحابه کرامو په حضور کې لیدل شوي دي لکه: د مبارکو ګوتو له منځونو څخه یې د اوبو راخوټېدل، تر دې چې اودس يې ترې وکړ، او یو زر او پنځه سوه صحابه کرامو وڅښلې، دا حدیث متواتر دی او بخاری او مسلم روایت کړی دی.

د لويو لښکرو د خوراک لپاره د لږ مقدار خوراک زياتېدل او دا خبره هم له صحابه کرامو څخه په تواتر سره را نقل شوېده، او يواځې بخاري د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک لاس د خوراک د زياتوالي معجزې په خپل صحیح کې په پنځو ځایونو کې ذکر کړي دي. [۱۳]

البخاري (1217)، البخاري (2618)، البخاري (3578)، البخاري (4101)، البخاري (6452). دا ټول بېل بېل واقعات او حقیقتونه دي او دا یوازي په بخاري کي راغلي دي!

کله چې د ریښتینولۍ دلیلونه ثابت وي او د هغه - صلی الله علیه وسلم - په ​​نبوت دلالت کوونکې معجزې ډیرې وي، نو یو عاقل سړی څنګه د دې ټولو څخه انکار کولی شي؟

دا د هغه - صلی الله علیه وسلم - د معجزو یو څو نورې وړې بیلګې دي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه شپه خبرداری ورکړ چې سخت باد به راوالوځي او خلک یې د خپلو ځایونو څخه له ولاړېدو منع کړل، نو یو سړی پاڅېده او باد پورته کړ تر دې چې له خپل ځای څخه یې لرې په یو ځای کې وغورځاوه. [14]

صحيح مسلم، : 3319. شمېره حدیث.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجاشي د مرګ په ورځ د هغه له مړیني څخه خبر ورکړ، او -د جنازې- څلور تکبیرونه یې پرې وویل. [۱۵] .

صحيح البخاري، :1333. شمېره حدیث.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر، عثمان، علي، طلحه او الزبیر رضي الله عنهم له شهادت څخه خبر ورکړ، او دا چې هغوی به لکه د نورو خلکو په خپلو بسترو کې نه مري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له ابوبکر، عمر، عثمان، علي، طلحه او الزبیر سره یو ځای غره ته وخوت، نو یوه ډبره وخوځېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم غره ته په خطاب کې وویل: آرام شه، ستا د پاسه: له پیغمبر، او ریښتوني او شهید پرته بل څوک نشته.

صحيح مسلم، :2417 شمیره حدیث.

نو هغه د خپل ځان لپاره په نبوت فیصله وکړه، او ابوبکر ته یې په ريښتینولۍ او د پاتې نورو په اړه یې وویل چې دوی به له شهیدانو څخه وي، او هغه څه چې هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي و، همغسي وشول.

150 حدیثونه داسې شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل رب نه دعا غوښتې ده او سمدستي یې الله د خلکو په حضور کې دعا قبوله کړې ده! [17]

دا حدیثونه سعید بن عبدالقادر بشنفر په خپل کتاب؛ دلائل النبوة کې راټول کړي او دا کتاب د دار ابن حزم له چاپ خوني څخه دی.

او کله چې د مکې خلکو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې دوی ته یوه نښه وښيي، نو سپوږمۍ یې دوه برخې وروښودله، تر دې چې دوی یې په منځ کې حرا ولید، دا حدیث متواتر دی. یعنې د اعتبار په لوړه درجه کې دی.

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په لویو غونډو لکه: جمعه، او اخترونو کې د القمر سورت تلاوت کاوه تر څو خلکو ته د هغو معجزو په اړه ور واوروي چې پدې سورت کې دي، او د خپل نبوت په ریښتینولۍ به یې پرې استدلال کاوه.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ادم -علیه السلام- له ژوندیو مخلوقاتو وروستی دی: «او آدم علیه السلام د جمعې په ورځ د ماځیګر له لمانځه وروسته د مخلوقاتو په اخیر کې پیدا شو.» [۱۸]

صحيح الجامع، 8188.

او دا علمي حقیقت اوس ثابت شوی دی، ځکه نو هغه صلی الله علیه وسلم څنګه پوه شو چې آدم علیه السلام په ځمکه کې د نباتاتو او حیواناتو له ظهور وروسته وروستی مخلوق و؟

او د الله تعالی دې وینا ته وګورئ

{وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً} ﴿١٢﴾ او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه تته وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى.

سورة الاسراء.

فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ: يعنې سپوږمۍ چې د شپې نښه ده- په لومړي سر کې- ځلېدونکي وه، بیا یې رڼا لرې کړی شوه.

دا هغه څه دي چې صحابه کرامو پرې مبارک آیت تفسیر کړی، امام ابن کثیر په خپل تفسیر کې له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې وايي: سپوږمۍ به لکه د لمر په څېر ځلیدله، -حال دا چې - د شپې نخښه وه، نو - روښنایې- یې له منځه یوړل شوه."

د حیرانتیا خبره خو دا ده چې نن ساينس دې پایلې ته رسیدلی، ناسا په خپله رسمي ويب پاڼه او رسمي چينل کې خپاره کړي دي: د سپوږمۍ د ژوند لومړۍ دوره، کله چې روښانه او ځلیدونکې وه.

http://www.nasa.gov/mission_pages/LRO/news/vid-tour.htmlhttps://www.youtube.com/watch?v=UIKmSQqp8wY

په تواتر سره د نخښو ښکاره کېدل، له غیبو خبر ورکول، او د یو سړي په لاس - صلی الله علیه وسلم - د ځمکې او آسمانونو له بې شمیره دقیقو رازونو څخه خبر ورکول او پر هغه د قرآن کریم نازلیدل، او په هغه څه سره یې راتګ چې لده وړاندې نورو پېغمبرانو راوړي وو او د الله لخوا یې ملاتړ شوی و، او تر هغه پورې وفات نه شو تر څو چې شریعت بشپړوالي او کمال ته نه و رسیدلی.

نو پر دې پریکړه کول چې هغه نبي دی، د عقل هوښیاري ده!

هغه غیبي نخښانې چې د هغه - په ريښتینولۍ دلالت کوي - له زرو زیاتې دي.

او د معجزو په اړه روایت کوونکي یې ملګري - صحابه کرام - دي، څوک چې له هغه وروسته ریښتوني او تر ټولو نیک انسانان دي.

د حیرانتیا خبره خو دا ده چې سترو صحابه کرامو مخکې له دې چې معجزې وویني، اسلام قبول کړ، ځکه دوی په دې پوه شول چې محمد صلی الله علیه وسلم ریښتونی دی او هیڅکله یې دروغ نه دي ویلي.

د صحابه کرامو دا دریځ یو هوښیار فکري دریځ دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ریښتینولي د نبوت د اثبات لپاره کافي، حقیقي او خپلواکه دلیل دی... دا ځکه: هغه څوک چې د نبوت دعوه کوي نو یا خو به: په خلکو کې تر ټولو رښتیني انسان وي، ځکه چې هغه نبي دی... او پیغمبر د خلکو تر ټولو رښتینی انسان وي .

او یا خو به تر ټولو دروغجن انسان وي، ځکه چې هغه د ډیرو مهمو او لویو مسئلو په اړه دروغ ایجادوي.

او ریښتنی انسان له دروغجن سره نه ګډیږي مګر د یو جاهل سړي له نظره.

ثبوت النبوات عقلًا ونقلًا، ابن تيمية، دار ابن الجوزي، ص573، او په همدې معنا سره همدغه ماخذ. 318 مخ.

څومره اسانه ده چې یو عاقل انسان د ریښتنې او دروغجن انسان تر منځه توپیر وکړي.

مشرکانو هم د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د بعثت په لومړیو ورځو کې اعتراف کړی و چې هیڅکله یې دروغ ندي ویلي، نو ورته یې وویل: هیڅکله مو درباندې دروغ ویل ندي تجربه کړي. [21]

صحیح البخاري 4971 شمېره حدیث.

او کله چې هرقل له ابو سفیان څخه تر اسلام راوړلو مخکې وپوښتل: آیا تاسو لدې وینا وړاندې چې دی یې وایي؛ کله مو په دروغ ویلو تورناوه؟

ابو سفیان وویل: نه.

هرقل وویل: هیڅکله به داسې ونه کړي چې خلکو ته دروغ ویل پریږدي او په الله دې دروغ ووایي:

بیا هرقل خپلې خبرې بشپړې کړې او خپله مشهوره وینا یې وویله: "که زه د هغه سره وم، ما به د هغه پښې مینځلې وې." [22]

صحيح البخاري، :7 شمیره حدیث.

کافران په خپل ټول عمر کې لدې عاجز پاتې شول چې یو ځل دروغ وییل پرې د هغه په ټول ژوند کې ثابت کړي، لدې امله قرآن کریم د دوی دغه عمل وغانده چې له نبوت څخه وړاندې د هغه په حالت له پوهېدو سره بیا هم پرې کافر پاتې شول، الله پاک فرمايي:

{أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ} ﴿٦٩﴾ یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي

سورة المؤمنون.

د پیغمبر حالت او د هغه سیرت خپلواک ثبوت دی پر دې چې هغه پیغمبر دی.

صلى الله عليه وسلم.

کله چې د ریښتینولۍ دلیلونه په عمومي ډول د هغه - صلی الله علیه وسلم - د نبوت ملاتړي او تاییدونکي وي، نو يو عاقل انسان څنګه له دې ټولو څخه انکار کولاى شي؟

۲۶- څنګه پوه شم چې پر الله تعالی ایمان راوړلو باندي مکلف یم؟

ج: خپل ځان ته وګوره، پوه به شې، چې ته ازمایل شوې یې، آیا په داخل کې دا شعور نشته چې - درته وایې - ښه کار وکړه، او غلط کار مه کوه؟

که چیرته دې مخې ته پیسې پرتې وي او خاوند یې ورڅخه مصروف وي، نو دا احساس درسره پېدا کیږي چې: دا پیسې واخله او ګټه ترې پورته کړه، او په مقابل کې یې بل احساس درته وایي: دا کار مه کوه، دا حرام او جرم دی.

نو ته د خپل ژوند په هر حالت کې ازمایل شوي یې.

نو دا احساس - د وکړه او مه کوه احساس - ستا په داخل کې شتون لري، ځکه ته د یو کار په کولو امتحانیږي، او هیڅکله بې ځایه نه یې(چې امر او نهې به درته متوجه نه وي)، هیڅکله یو بې ارزښته شی نه یې.

الله تعالی فرمایلي

بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي .

سورة الانسان.

نو د انسان دننه وکړه او مه کړه شتون لری، نو هغه د ژوند په هر حالت کې یا منندوی او یا هم ناشکره دی.

بلکي د انسان د ژوند په هر پړاو کې انسان ښه او بد کولای شي، آیا مسجد ته ځی او یا دا چې لهو او لعب ته ځي.

لدې امله الله تعالی فرمایلي:

{وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ} ﴿٥٦﴾ او ما پيریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د دې لپاره چې زما عبادت وکړي.

سورة الذاریات.

د ژوند په هر پړاو کې به د الله پاک د بندګۍ او یا سرکښۍ یو ډول ومومې.

څوک چې د الله پاک د امر په ترسره کولو بریالی شو نو هغه ته نجات ورکړل شو او چا چې د الله تعالی له امر څخه سرغړونه وکړه هغه خطا شو.

او پدې خودمختارۍ د انسان سره د ټولو کړنو په سر محاسبه مرتبیږي.

زموږ د پيدايښت هدف دا دی چې و ازمایل شو او امتحان شو، او همدا موخه ده چې الله تعالی یې له امله پیغمبران رالیږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.

{وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ} ﴿٣٦﴾ او یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت(د غیرالله د عبادت) نه ځان وساتئ،

سورة النحل.

او وروسته لدې چې امتحان په مرګ سره پای ته ورسېږي، موږ الله ته ورګرځو {وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ} او هغه الله ته ورګرځئ. ﴿٢٢﴾ سورة يس.

{وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الْمُنتَهَىٰ} ﴿٤٢﴾ او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي

سورة النجم.

{إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الرُّجْعَىٰ} ﴿٨﴾ بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي

سورة العلق.

نو ژر دی چې مونږ به الله ته وروګرځو تر څو راسره د هغه عملونو حساب وشي چې پخوا مو کړي وي.

{وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَىٰ ﴿٤٠﴾ او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي

ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَىٰ ﴿٤١﴾} بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله .

سورة النجم.

هغه عملونه به ولیدل شي چې پخوا دې کړي دي او ژر دي چې په اړه به یې درسره حساب وشي.

{فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ﴿٧﴾ نو هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه نېک عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني.

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴿٨﴾} او هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني .

سورة الزلزلة.

٢٧- ايا پر الله ايمان راوړل او پر انبياوو کافر کېدل کفایت کوي؟

جواب : نه.

د الله تعالی په شتون ایمان لرل او په پيغمبرانو ایمان نه لرل، د یو کس د مسلمانیدو لپاره بسنه نه کوي، ځکه نو دا څه معنا چې الله؛ خالق، روزي ورکوونکی، او مدبر دی او بیا د هغه پر وحې کفر کوې او له رسولانو یې منکریږې؟

دا لوی کفر دی.

په حقیقت کې د هغه چا څخه لو مجرم نشته چې د الله تعالی وحې ردوي ، الله تعالی فرمایلي دي:

{إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّـهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّـهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا ﴿١٥٠﴾ بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي(په ایمان راوړلو کې) او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي

أُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿١٥١﴾} دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږ د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

سورة النساء.

نو څوک چې په الله ایمان ولري او په پیغمبرانو کافر شي نو هغه په رښتیا چې کافر دی.

هر څوک چې له پیغمبرانو څخه په یو سره کافر شو په حقیقت یې په الله کفر وکړ، ځکه چې د الله له وحیې څخه یې انکار وکړ، لدې امله اهل کتاب کافران شول چې د محمد بن عبد الله - صلی الله علیه وسلم - په نبوت یې کفر وکړ.

{إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ} ﴿٦﴾ بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. همدغه كسان د خلقو بدترین دي

سورة البینة.

او د الله تعالی خبردارى چې دوى به دوزخ ته ننوځي، حق دى، حق او ګواښ دى (١٤) د ق سورت.

نه اسلام او نه نجات یوازې پدې کې دی چې انسان دا ومني چې الله تعالی خالق، رازق، ژوندی کوونکی، مړکوونکی دی او بس، بلکې د هغه پر رسولانو باور هم اړین دی.

نو د الله پر شتون ايمان او په پېغمبرانو کفر کول بسنه نه کوي او د قيامت په ورځ د الله په وړاندې بنده ته ګټه نه رسوي، ځکه خامخا باید په الله او د هغه په ټولو پيغمبرانو ایمان راوړل شي.

که - چېرته یوازې - د الله په شتون باور کافي وای، نو نه خو به الله خپل پېغمبران رالېږلي و او نه به یې خپل کتابونه نازل کړي و، ځکه ټول انسانان الله تعالی په فطرت سره پېژني.

هغه الله چې ته یې پیدا کړی یې، هدایت یې درته کړی دی او روزي یې درکړې ده، یوازې همغه دی چې د عبادت مستحق دی لکه څنګه یې چې د خپلو پیغمبرانو او انبیاوو له لارې روا کړی دی.

۲۸- آیا کافر ته د خپلو نیکو اعمالو اجر د الله تعالی لخوا ورکول کیږي؟

ج: نېک عمل هغه فطرت دی چې الله تعالی پرې انسانان پيدا کړي دي، لدې امله ته ګورې چې هر انسان ښه عمل کولای شي، که څه هم هغه کافر او یا مشرک وي، هر څوک ښه عملونه کوي د هغه فطرت له مخې چې هغوی پرې پيدا شوي دي.

خو د نېک عمل د قبلېدو شرط دا دی چې: د الله تعالی لپاره وي، يعني له الله تعالی څخه د اجر د ترلاسه کولو په خاطر وي.

لدې امله هغه څوک چې په الله کافر وي، هغه چې د الله تعالی سره د نورو باطلو معبودانو عبادت کوي ورته وایو: هغه چا ته ورشه چې ته یې په خپلو نیکو کارونو کې له الله تعالی سره شریک بولې، له هغوی څخه خپل اجر تر لاسه کړه، ځکه چې تا خپلې نیکې کړنې د یو الله د روی لپاره نه تر سره کولې.

د داسې یو چا په اړه تصور وکړئ چې کورنۍ یې روزلی وي، لګښت یې پرې کړي وي تر دې چې یو پیاوړی ځوان شي، بیا هغه نورو ته د خدمت په موخه لاړ شي، آیا هغه حق لري چې بیرته خپلې کورنۍ ته لاړ شي او ورته ووایي: زما مزدوري راکړئ چې د نورو خدمت مې کړی دی.؟

نو هغه چاته دې لاړ شي چې خدمت یې ورته کاوه او خپله مزدوري ورڅخه واخلي.

او الله تعالی لره اوچت صفات دی.

نو الله هغه ذات دی چې ته یې پيدا کړی یې، روزي یې درکړې ده، او په تا یې د ټولو نعمتونو لوریینه کړې ده، بیا ته د هغه عبادت پریږدې او غواړې د کړنو مزدوري دې ورڅخه واخلې، دا څنګه؟

لدې امله الله تعالی فرمایي

{وَقَدِمْنَا إِلَىٰ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَّنثُورًا} ﴿٢٣﴾ او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو

سورة الفرقان.

او الله پاک فرمایلي

{وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا} ﴿٣٩﴾ او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي.

سورة النور.

هغه کسان چې کافران دي د خپل عمل د ثواب مستحق ندي که څه هم هغه نیک وي، ځکه چې هغوی کافران دي او په نیک عمل سره یې د خپل رب رضا ترلاسه کول موخه نه وه، او نه یې د خپل خالق د رضایت غوښتنه کړې وه.

خبره یوازې د نیک عمل نده، ځکه مونږ ټول د فطرت له مخې د نیکو کړنو په تر سره کولو سره پيدا شوي یو، بلکې خبره دا ده چې ولې دا کار کوئ او د چا لپاره یې کوئ؟ آیا دا د خپلو شخصي ګټو لپاره کوئ، یا یې د ځان ښودنې په موخه کوئ، او که د الله نه پرته یې بل چا ته کوئ؟

دا ټول د الله لپاره ندي، او د نیک عمل د ثواب تمه ورڅخه هم نه کیږي، د کوم تمه چې د الله تعالی څخه کیږي.

۲۹- کله چې د اسلام دین حق دی نو ولې شکونه او شبهې راولاړیږي؟

ج: شک هغه مسأله ده چې مسلمان په خپل دين کې نه پوهيږي او تر هغه وخته پورې ورسره په ټکر کې وي چې ځواب يې پيدا نه کړي.

او الله پاک دا اراده کړې ده چې د دين په فرعي مسايلو کې ځینې شکمن مسائل وي، تر څو هغه څوک چې باطل غواړي د خپل رب له اطاعت څخه مخ واړوي.

الله تعالی فرمایي:

{هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ (۱)فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} ﴿٧﴾ دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په دې كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو(آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان.

سورة آل عمران.

فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ: هغه څوک چې په زړه کې یې انحراف وي، د دې شکونو پیروي به کوي، د اختلاف په لټه کې به وي او له الله تعالی څخه د لرې کېدلو په لټه کې به وي.

الله تعالی په خپل حکمت سره غوښتل چې ایمان او کفر وي.

{فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ} ﴿٢﴾ نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي

سورة التغابن.

هغه څوک پدې شکونو منګولې لګوي چې د کفر اراده لري او له دین، لمانځه او ایمان څخه پرې مشغولیږي.

او مؤمن د محکمو(چې مراد یې ښکاره وي) او ثابتو دلایلو پيروي کوي؛ هغه چې (ام الکتاب) دی، او دین او رسالت پرې اعتبار پیدا کوي، که چېرته یې داسې څه وموندل چې نه پرې پوهیږي نو په اړه یې پوښتنه کوي، خو هیڅکله له خپل دین او لمانځه څخه پداسې څه نه مشغولیږي چې نه پرې پوهیږي.

نو پرته له هغه انسان څخه چې په زړه کې یې ناروغي وي بل څوک له خپل دین څخه په هغه څه نه مشغولیږي چې نه پرې پوهیږي.

{وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّـهُ بِهَـٰذَا مَثَلًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّـهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ} ﴿٣١﴾ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي

سورة المدثر.

همدارنګه د شکونو(شبهو) د موجودیت له حکمت څخه دا هم دی چې د دې متشابهاتو په وجه په دین او علم کې د بصیرت خاوندان یو له بل څخه جلا کیږي، نو ته ګورې چې یو عالم چې د متشابهه مسئلو په جواب پوهیږي له هغه عامي څخه جلا پیژندل کیږي چې نه په دین کې ژوره پوهه لري او نه یې زده کړه کړې وي، نو الله د هغه چا درجې لوړوي چې علم ورکړل شوی دی.

حقیقت روښانه دی، مګر متشابه باید شتون ولري ځکه چې پر مټ یې غلبیلول کیږي، (یعنې سم له ناسم څخه جلال کیږي).

په مخلوقاتو کې د الله کړنلاره مکلفیت دی، او په مکلفیت کې یې کړنلاره د ځینې حکمتونو پټ ساتل دي، او ګټونکي هغه څوک دی چې په هغه څه چې پوهیږي استدلال وکړي پر هغه څه باندې چې پټ او باریک وي، او تاواني هغه څوک دی چې هغه څه د ځان لپاره پرده اوسپر وګرځوي چې نه پرې پوهیږي، او دا کار یې لدې څخه بې برخي کړي چې په هغه څه استدلال وکړي چې پرې پوهیږي.

۳۰- الله ولې بدي(شر) پیدا کړی؟ یا په بل عبارت: یو مسلمان څنګه د "شر قضیې" ته ځواب ورکړي؟

ج: د بدۍ (شر) فتنه؛ تقریبا په ټول تاریخ کې د الحاد تر ټولو لوی لامل دی.

{وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّـهَ عَلَىٰ حَرْفٍ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ} ﴿١١﴾ او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې ډډې باندې، نو كه ده ته خیر ورسيږي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسيږي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى

سورة الحج.

داسې کسان شته چې په الله د کومې آزموینې، امتحان او یا مصیبت له امله کفر کوي.

دلته، کیدی شي یو ملحد پوښتنه وکړي او ووایي: ولې بدي (شر) له اساسه شتون لري؟

جواب ساده دی: ځکه چې مونږ مکلف یو.

ځکه چې مونږ د امتحان په نړۍ کې یو.

زمونږ رب العالمین فرمایی

{وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً} ﴿٣٥﴾ او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ

سورة الأنبیاء.

خیر او شر لدې امله شتون لري چې ته مکلف یې، او تکلیف ستا د شتون اصلي موخه ده.

الله تعالی فرمایلي

{الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ} ﴿٢﴾ هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى

سورة الملک.

د شر، فتنو او امتحانونو شتون په خپل ذات کې د دیني مسئلې د سموالي او د الحاد د خطا تر ټولو لوی ثبوت دی.

که مونږ د مادي نړۍ زیږنده وو، نو خیر او شر به مو نشو درک کولای.

که چیرته ټول کاينات بې معنا وای، نو هيڅکله به هم مونږ ته واضحه شوې نه وه چې بې معنا دي.[۲۳] ځکه چې د الحاد له نظره موږ په سختو مادي حتمیاتو کې روان یو، او د طبیعت قوانین پر موږ پلي کیږي او په دې چوکاټ کې به د بدۍ په ماهیت یا د بدۍ د کلمې معنی هیڅکله درک نه کړای شو.

C. S. Lewis

آیا زیاتره حیوانات د شر په ستونزه پوهیږي پړاو په پړاو؟

د بدۍ درک کول پدې معنی دي چې موږ د دې نړۍ بچیان نه یو، او دا چې موږ د بدۍ د شتون په اړه خپله پوهه د ډاروینین مادیالیزم د شتون څخه پرته له بل ځای څخه اخلو.

نو مونږ د آسماني اساس سره تړاو لرو، نه د ځمکې الحادي مادې سره، او دا یوازینی وضاحت دی ځکه چې مونږ بدي درک کوو او پرې پوهیږو.

تر هغه چې موږ مکلفیت ولرو، نو دا طبیعي ده چې هلته فتنې او ناورین شتون ولري، او دا زموږ لپاره طبیعي ده چې بد وپیژنو.

بدي، یو څه درد، او د ګناه کولو وړتیا یوه طبیعي اړتیا، او د آزادې ارادې او الهي مکلفیت ښکاره پایله ده.

د بدیو، آفتونو، بدبختیو او شهوتونو موجودیت د ښو انسانانو ښه او د فاسدو انسانانو هغه بد راښکاره کوي.

دا د حیرانتیا خبره ده کله چې ملحدین د خالق له شتون څخه انکار کوي ځکه چې بد شتون لري، دوی دا تحلیل کاروي:

1- که پلار صالح وي او د خپل زوی لپاره ښېګڼه غواړي، نو ولې يې اجازه ورکړه چې د ميکروبونو په وړاندې دردناک پیچکارۍ ورکړل شي؟

2- آیا د پیچکارۍ پر مهال یې زوی ته درد ونه رسیده؟

3- چې داسې ده نو پلار نشته.[24]

له کتاب: أسس غائبة، م. أحمد حسن، څخه د مرکز دلائل چاپ، په تصرف سره.

آیا دا یوه منطقي برداشت ده؟

بیا دا طبیعي ده چې موږ په ښه او بد کې د الهي حکمت په ټولو وړو او پټو نه پوهیږو.

او الله تعالی د خضر -علیه السلام- د اعمالو حکمت زموږ پيغمبر موسی - علیه السلام - ته روښانه کړ، که څه هم هغه؛ هغه عملونه دي چې په ښکاره توګه د منلو وړ ندي مګر دا د لویو نیکیو سره مل دي، او د موسی او الخضر کیسه په قرآن کې د روایت او کیسې په توګه نده راغلې، بلکې د تدبر، او د بشري نفس پر نیمګړتیاوو د اعتراف په توګه راغلې ده، او په بیړه د هغې د پریکړې له امله.

د بدۍ په مسئله کې عجیبه خبره دا ده چې: که په دنیا کې شر نه وای، نو زه به له هغه ځای څخه وتلی نه وم چې زه پکې زیږیدلی یم!

او نه خو به کوم تمدن رامنځته شوی و، نه به ښارونه، کارخانې او کورونه آباد شوي وو، او خلکو به کار ته اړتیا نه درلوده، او نه به چا د ناروغۍ په وړاندې د مقاومت، او استراحت د جلبولو په موخه د ستونزې د حل کولو او یا د یوې مفکورې د اختراع لپاره فکر کړی و!

او انسان به اړتیا نه درلوده چې د خپل زیږون له ځای څخه بل ځای ته هیڅ لاړ شي.

ځکه چې نه شر شته، نه ستړتیا، نه امتحان شته او نه ستونزې تر څو ورته حل لارې ولټوې.

نو ولې ستړیا، او شپه په ویښه تېرول، فکر کول او کار شته

نو شر هغه اړتیا ده چې په دنیا کې ترې هیڅ چاره نشته!

نو فکر وکړه!

او د الله څخه وویریږه، ځکه چې ته مکلف یې( الله ته جواب ویونکی)

ډیری خلک دي چې کله په مصیبتونو او بدیو اخته شي، نو دوی بیرته الله ته رجوع کوي او نیکان جوړیږي، نو لوی الله لره پاکي ده او هغه د ستاینې وړ دی.

د الله په ټولو تقدیرونو کې خیر او حکمت دی.

او مسلمان باید د الله په ټولو تقدیراتو ایمان ولري، نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

"که د احد د غره په اندازې سره زر ولرې او د الله په لار کې یې مصرف کړې الله به یې درڅخه قبول نه کړي پداسې حال کې چې ته په تقدیر ایمان و نلرې، او پدې پوه نه شې چې څه درته رسیږي هیڅکله به ترې بچ نه شې، او هغه چې ترې بچېږي هیڅکله به درته ونه رسیږي، او که څوک پرته لدې عقیدې مړ شو نو اور ته به داخل شي".[25]

صحيح سنن أبي داود، حدیث شمیره:4699.

نو الهي تقدیرات که خیر وي او یا شر، پر مسلمان واجب دي چې خوښي پرې څرګنده کړي.

او ټول الهي تقدیرونه خیر دي، اګر که ځینې یې ښکاره شر، تنګسه او ضرر ښکاري، خو په پای کې یې پایله لوی خیر وي او الهي حکمت پکې نغښتی وي.

31- آیا دین د هغو دیني جګړو لامل شوی و چې یو وخت یې ټوله ځمکه په سر اخستې وه؟

ج: بشریت په زرونو کلونه د توحید په ادیانو او څلور زره کاله د دریو سترو ابراهیمي ادیانو سره ژوند کړی او دین د بشریت لپاره مستقیم ګواښ ندی جوړ کړی، بلکې بشریت ته یې د لوړو اخلاقو ارزښتونه وړاندې کړي دي. چې مؤمن او ملحد پرې متفق وو، او غښتلې تمدنونه يې رامنځته کړل، بلکه کولای شو ادعا وکړو چې په ځمکه کې ټول خیر د همغو نبوتونو اغیزې دي، دين محکمې له زرګوو قضیو څخه خلاصې کړې او لدې ټولو نه علاوه دين په ځمکه کې د انسان د شتون لپاره د علم، سلوک او اخلاقي ارزښتونو بنسټ کېښود. ! او هغه هیوادونه چې توحیدي قوانین یې منلي اوس هم کلتوري تنوع لري او خپل مخالف یې د ځان سره ساتلي او د ورته توحیدي قوانینو لپاره یې محافظوي چت چمتو کړی دی. پداسې حال کې چې یوه پیړۍ کې ځینې هیوادونه الحاد ته نږدې شوي، ټول انسانیت د تباهۍ په درشل کې وو! بیا اوس ملحدان راځي او راته وایې چې دین بشریت ته ګواښ دی، د بشریت په تاریخ کې له الحاد څخه بله خطرناکه طریقه نشته، په پخواني شوروي اتحاد کې د ملحد لینن له خوا د کولاج قتل عام، په نازي جرمني کې د توکمیزو لږکیو له منځه وړل، د ملحد پول پوټ (Pol Pot) له خوا د کمبوډیا د څلورمې برخې نفوس خالي کول، په لوی کلتوري انقلاب کې د ملحد ماو زیډونګ (Mao Zedong) په لاس د 52 ملیونه چینایانو وژنه، او په اروپا کې د ملحدانو د لیګ راڅرګندېدل (League of Militant Atheists)، چې په رسمي توګه یې 42 زره مذهبي بنسټونه - کلیساګانې او جوماتونه وتړل، او لسګونه زره متدینه خلک یې ووژل. د هغه مذهبي ملحدینو پرته چې د تګلارې بنسټ اېښودونکي یا الحادي مفکوري ته کار کوونکي وو، لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه دواړه الحادي جګړې وې؛ د الحادي مفکورو او د نژادي پاکوالي حرکت لخوا اداره کېدې، پایله یې د توکم پالنې له منځه وړل وو. د نړۍ شاوخوا 5٪ نفوس یې په پایله کې له منځه ولاړ دې جګړو ګټونکی او بایلونکي دواړه د پيړۍ دریمه برخه شاته وګرځول، او فیلسوفانو د تمدن د پای ته رسیدو په اړه د کنایې په توګه د پاریس په مرکز کې یو د تشو متیازو ځای (کمود) کېښود. الحادي جګړو کې دومره اټومي وسلې پرېښودې چې د ټول بشریت د له منځه وړلو لپاره څو ځله کافي دي، د شلمې پیړۍ د جنګونو ساده لوستل د الحاد اوږدې بد بختۍ په ډاکه کوي. د هغه تر شا دا مفکوره پاتې شوه چې په راتلونکې جګړه کې د بشري نسل مړینه یو باوري نظر دی، او دا د الحاد تمه شوی راز دی.

- https://en.wikipedia.org/wiki/League_of_Militant_Atheists

۳۲- ولې مسلمانان د خپل توحیدي دین سره سره وروسته پاتې شول په داسې حال کې چې لویدیځ ډیر پرمختللی دی؟

ج: همدا د تمدن پوښتنه ده!

او د دې پوښتنې په مقابل کې پیغمبران څومره ځوریدلي دي!

او د دې چارې له امله څومره پیروان کم شول!

د تمدن پوښتنه د وخت په اوږدو کې د ملتونو د کفر اصل دی.

الله تعالی فرمایي

{وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا} ﴿٧٣﴾ او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي؛ چې ښه واضح دي، (نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى وايي؛ په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده

سورم مریم.

كله هغه آیتونه پر دوی باندې ولوستل شي چې د دين د صحيح والي دلائل پکې دي، نو كافران د کفري ملتونو په پرمختگ استدلال کوي

(أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا). په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېره ښايسته ده

څیړونکی ابراهیم السکران - حفظه الله - وايي: "دا یو تاریخي قانون او تکراري کائناتي سنت دي. پدې زوړ ارشیف کې په فکر کولو سره حیرانتیا پای ته نه رسیږي. د الله لپاره د بلونکو ډله د نبوتونو له سباوون څخه نیولې د اسلامي نړۍ تر ننۍ کړنلارې پورې تل د "مادي قوتونو" سره مخ کیږي چې دوی پرې برلاسي کیږي او خلک د هغه وحې پیروۍ کولو ته هڅوي چې له دوی سره ده.

او د پیغمبرانو تجربو ته وګورئ، تاسو به ومومئ چې الهي وحیې ته د بلونکي او په مادي قوت سره د امتحاني کیدلو په ډګر کې دوی لکه د ناطقې مجسمې په څېر ثابت پاتې شوي، او ته به وګورې چې د مادی ځواک په وړاندې خلکو زړونه بایللي دي او وحی ته له تسلیمېدو او غاړې اېښودلو یې ګرځولي دي ، او ته به هغه کسان چې د دین لپاره کار کوی ومومې چې له دغو دواړو حالتونو ځوریدلي لکه په ظاهري مادیاتو د خلکو زړه بایلل، نوح علیه السلام ته یې قوم په ټول مادي صراحت سره وویل:

{وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا} ﴿٢٧﴾ مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي.

سورة هود.

او د الله د پیغمبر موسی - علیه السلام - د ظهور سره سم، د وحی په وړاندې د مدني قدرتونو د ظلم او استبداد لړۍ یو ځل بیا تکرار شوه.

{وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَن سَبِيلِكَ} ﴿٨٨﴾ او موسٰی- علیه السلام- وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږه ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي.

سورة یونس.

او زموږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - لپاره دا حالت نوی نه و.هغه کسان چې د هغه له نبوت او ور سره وحیې څخه منکر وو ،هغوی د مخ اړول د وحې او نبوت څخه د هغه د مادي کمزورتیا له امله و .

{وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَـٰذَا الْقُرْآنُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ} ﴿٣١﴾ او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې ندی نازل شوی؟

سورة الزخرف".

د ابراهیم السکران وینا پای ته ورسېده.

بشریت په ټول عمر او د نبوت په ټول تاریخ کې د کفارو د مادي ځواک سره د لیوالتیا په څېر له بل لوی مصیبت سره مخ شوی ندی.

سره لدې چې د پرمختګ او حقیقت ترمنځ هیڅ اړیکه نشته.

مادي پرمختګ او وروسته پاتې کېدل د چا په حق او باطل پورې اړه نه لري.

ضروري نده چې یو نیک او صالح انسان دي خامخا د تمدن له اړخه پرمخ تللی وي.

کېدای شي یو کس اسلامي لارښوونو ته ښه ژمن وي خو ساده او غریب وي او کېدای شي برعکس وي.

او څومره زیات قومونه په مدني توګه پرمختللي وو، په داسې حال کې چې د الله له شریعت، دین او وحیې څخه تر ټولو لرې وو.

{أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا} ﴿٩﴾ آیا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده .

سورة الروم.

مادي پرمختګ او مالي شتمني د حق پالونکي لپاره معیار نه دی

{فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ} ﴿٨٣﴾ نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، راګیر کړل دوی هغه عذاب چې دوى ورپورې استهزاء كوله.

سورة غافر.

نو د مادي پرمختګ ستاينه په خپل ذات کې نه ده او نه هم په خپل ذات کې د ملامتۍ وړ ده، بلکې تر هغه حده ستايل کېږي چې د الهي وحې له مخې يې توصيه شوې وي، او دا چې څومره پکې دين تطبيق شوی وي. او دا چې تاسو په خپل دین کې له هغې څخه څومره ګټه پورته کوئ، او دا چې څومره یې د خلکو په ګټه او د الله لپاره د هغوی د چارو د سمون په موخه کارولی شئ.

او همدا اړین پرمختګ دی.

د انسانانو تر منځ د حقیقي توپیر معیار د دوی په مادي پرمختګ کې نه دی، بلکې د تقوا او نیکیو په توپیر کې دی، او مادي پرمختګ د یوې وسیلې په توګه وي نه د مقصد په توګه ... دا خلکو ته د الله لپاره د خدمت او ګټې رسوونې په موخه وي.

په دې توګه، مادي پرمختګ باید په الهی وحیې سره پاک شوی وي او همدا یوازینی اړین پرمختګ دی.

او همدا په ځمکه کې ریښتینی استازیتوب دی: الله تعالی ته د بندګۍ کولو استازولي، او د ژوند په ټولو اړخونو کې ایماني پاکوالی.

{الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّـهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ} ﴿٤١﴾ هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړ (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى.

سورة الحج.

او په دې پوه شه چې که مسلمان هغه څه وکړي چې پرې لازم دي، نو الله تعالی به ورته د هر خیر، نیکمرغۍ، په دنیا کې د پرمختګ، په اخرت کې د خلاصون او سرلوړۍ اسباب اسانه کړي.

{وَعَدَ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا} ﴿٥٥﴾ الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، له تاسو او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه وروسته كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي.

سورة النور.

او کله چې مسلمانانو خپل دین پلی کړ، دوی په دین او دنیا دواړو کې امامان وګرځېدل.

اسلام د دوی په لاسونو داسې یو تمدن وړاندې کړ چې ۱۲۰۰ کاله وغځیده، او دا تر دې دمه د نړۍ تر ټولو اوږد تمدن و چې له کوم خنډ او مداخلې پرته یې دوام وکړ.

نو اسلام - هغه دین دی - چې پر مټ یې اسلامي تمدن رامنځته شو.

او اسلام یوازیني هغه دین دی چې تمدن رامنځته کړ.

پاتې دینونه د تمدنونو غیږې ته ولوېدل.

تاسو ګورئ چې لویدیځ تمدن د عیسویت غیږې ته ولوید او هندي تمدن د هندویزم غیږې ته ولوید.

خو یوازینی دین چې تمدن یې رامنځته کړ هغه: اسلام دی.

کله چې مسلمانان پر دې پوه شول چې د دین په وړاندې باید څه وکړي، نو په مادي او معنوي لحاظ یې د نړۍ مشري وکړه.

کله چې په ۱۴۵۳ میلادي کال کې اسلام قسطنطنیې ته داخل شو، په اروپا کې د منځني ختیځ توره دوره پای ته ورسېده.

د تورې دورې د پای نیټه ۱۴۵۳ میلادي کال دی، او دا همغه کال دی چې اسلام پکې اروپا ته داخل شو.

اروپا ته د اسلام له ننوتو سره سم د علم رڼا خپره شوه.

د کانګرس په کتابتون کې، د کتابتون د مرکزي تالار په چت کې داسې نقاشي شوي ده چې د لویدیځ تمدن د پرمختګ سرچینې په ګوته کوي، او اسلام یوازینی دین دی چې په اوو دوائرو کې ذکر شوی.

اسلام یوازینی دین دی چې ذکر شوی او د طبیعي علومو پورې ځانګړی شوی.

ISLAM: PHYSICS

په داسې حال کې چې پاتې څانګې د هېوادونو په نومونو پورې او هغه څه چې دغو هېوادونو له ادبي، هنري یا ژبني پرمختګ څخه وړاندې کړي دي اړه لري

اسلام علم وړاندې کړ او ۷۰۰ کاله په نړۍ کې د علومو نړیواله ژبه: عربي وه [27]

https://www.telegraph.co.uk/news/science/science-news/3323462/Science-Islams-forgotten-geniuses.html

که مسلمانان خپل دین اصلاح کړي نو دنیا به یې سمه شي.

۳۳- د الله تعالی د عبادت ثمره څه ده؟

ج: انسان د خپل فطرت له مخې خپل ځان نه پېژني، روح یې ارام نه وي او د زړه یوازیتوب یې د الله - تعالی - له عبادت پرته نه ارامېږي.

{الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّـهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّـهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ} ﴿٢٨﴾ هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يواځې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي.

سورة الرعد.

عبادت سینې ته سکون ورکوي.

{وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿٩٧﴾ او یقینًا په تحقیق سره مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ ﴿٩٨﴾ نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه

وَاعْبُدْ رَبَّكَ} او د خپل رب عبادت كوه

سورة الحجر.

اعْبُدْ رَبَّكَ: فيطمئن صدرُك. د خپل رب عبادت وکړه:نو سینه به دې آرامه وي.

له همدې امله، دوه رکعته په عاجزۍ او فکر سره د انسان په روح کې هغه څه کوي چې د رواني آرامې ناستې ساعتونه یې نه کوي.

په عبادت کې د انسان د روح سکون دی او هر څوک چې د الله له ذکر څخه لرې وي سینه یې تنګیږي. تل به یې ګورې چې دنیا ته لیواله وي، نو نه خو هغه مړیږي او نه ډاډمن کیږي.

{وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا} ﴿١٢٤﴾ او هغه څوک چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى.

سورة طه.

او هر څومره چې د انسان رزق پراخه وي، بیا به هم له ایمان پرته په ډیر سخت حالت کې ژوند کوي، او په یوه ګرمه سیالي کې به پای ته نه رسیږي ځکه چې مجهوله پای لري، نو ته به تل هغه په اندیښنو کې ګورې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چاسره چې تل د دنیا سوچ او فکر وي الله به د هغه ټولې چارې ګډې وډې کړي، او له دنیا څخه هیڅ ورته رانشي پرته له هغې اندازې چې الله ورته لیکلي وي، او دا چې سوچ او فکر چې اخرت سره وي، الله به یې چارې ورته منظمې کړي، او مالداري به یې زړه کې وګرځوي، او دنیا به ورته ککړه پوزه راروانه وي.[۲۸] .

صحيح سنن الترمذي، حدیث شمیره:2465.

عبادت مسلمان؛ دنیا ته له سرټېټونې خلاصوي او ازادوي یې.

له همدې امله هغه مسلمان چې په حقه د الله عبادت کوي، هغه انسان دی چې د ژوند په معنا پوه شوی دی، او د دې نړۍ په ارزښت پوه شوی، او پدې نړۍ کې د خپل شتون په مقصد پوه شوی او پدې پوه شوی چې شتون یې پدې نړۍ کې د آزموینې لپاره دی، او د دې لپاره چې په حقه د خپل رب عبادت وکړي، نه د دې لپاره چې په اندیښنو کې ژوند وکړي چې هیڅ پایله ورته نه لري، زمونږ پاک رب فرمایلي دي:

{الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا} ﴿٢﴾ هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى

سورة الملک.

۳۴- الله تعالی ته د تسلیمیدو نښې څه دي؟ یا په بل عبارت: تاسو څنګه پوهیږئ چې تاسو په بشپړ ډول الله تعالی ته تسلیم شوي یاست؟

ج: الله تعالی ته د تسلیمېدو نښې څلور دي؛ او هغه دا دي:

لومړۍ: د خپل ژوند په هر کوچني او لوی کار کې د الله بندګي، الله تعالی فرمایي

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العالمین لپاره دي.

لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾} د هغه هېڅ شریک نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم .

سورة الأنعام.

صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ: هر څه چې کوم د الله لپاره یې کوم، زه الله ته لمونځ کوم، د خپل مور او پلار اطاعت د الله لپاره کوم، مطالعه او زده کړه کوم تر څو د الله لپاره خلکو ته ګټه ورسوم، او ویده کیږم تر څو سبا ته ځواکمن اوسم د هغه څه په تر سره کولو چې الله یې راته د کولو امر کړی.

دا په هر عمل کې د الله بندګي ده او دا د الله په وړاندې د تسلیمیدو له لومړنیو نخښو څخه دي.

دویمه نخښه: د دې لپاره چې تاسو په بشپړ ډول الله ته تسلیم شئ: د هغه څه پیروي کول دي چې الله پرې امر کړی او له هغه څه څخه ډډه کول دي چې هغه ترې منع کړې ده.

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّـهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ} ﴿٢٠﴾ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ

سورة الأنفال.

او الله تعالی فرمایي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً} ﴿٢٠٨﴾ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ

سورة البقرة

فِي السِّلْمِ أي: یعنې په اسلام کې.

ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً: يعنې هر هغه څه چې الله پرې امر کړى و د هغه پابند اوسئ او له هغه څخه نه یې چې منع کړې یاست منع شئ.

هغه څه چې الله راته پرې امر کړی وي کوم یې.... له هغه څه نه یې چې منع کړی یم، ترې منع کیږم، او همدا الله تعالی بشپړ تسلیمیدل او غاړه اېښودل دي.

الله تعالی ته د تسلیمیدو دریمه نښه دا ده چې: موږ هغه څه ته غاړه کېږدو چې الله یې راته حکم کړی، نو د هغه په حکم خوشحالیږو او منو یې.

موږ هر الهی قانون منو او انکار ورڅخه نه کوو د بېلګې په توګه هغه سزاګانې چې الله تعالی وضع کړي دي، بلکې باید د الله په قانون راضي شو، ځکه چې الله په هغه څه پوهیږي چې مخلوق اصلاح کوي، او پدې پوهېږي چې په دې سزاګانو کې د ټولنې پاکوالی دی. {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} ﴿١٤﴾ سورة الملك. ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى

او الله پاک فرمایلي

{وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّـهِ حُكْمًا} ﴿٥٠﴾ له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

سورة المائدة.

الله هغه ذات دی چې پوهیږي کوم کار د خلکو لپاره په دنیا او آخرت کې ښه دی.

د الله د قانون پلي کول خلک پاکوي او په خوندیتوب کې ژوند کول ور په برخه کوي.

یو سړی چې ادعا یې کوله پر الله او پر هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نازل شوي دي ایمان لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځای کعب بن اشرف نومې یهودي ته ورغی تر څو په یوه قضیه کې ورته فیصله وکړي، لدې ویرې چې هسې نه رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې یوه څه سره پریکړه وکړي چې د ده به خوښه نه وي، هغه یهودي ته په دې هیله ولاړ چې د ده د خوښي پریکړه وکړي، نو د الله جل جلاله دا قول نازل شو

{أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا} ﴿٦٠﴾ آیا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمنځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره.

سورة النساء.

نو که ته الله ته غاړه اېښودونکی مسلمان یې، باید د الله په دین پابند پاتې شې، او د الله پرېکړې ته تسلیم شې اګر که د الله پریکړه ستا د خوښې خلاف وي، داسې نه چې د الله قانون پریږدې او یو یهودي ته لاړ شې تر څو درته په یوه قضیه کې ستا د خوښې پریکړه وکړي.

الله تعالی په لاندې آیتونو کې فرمایلي دي:

{وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّـهِ} ﴿٦٤﴾ سورة النساء. او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي.

الله رسولان د دې لپاره نه دي رالیږلي چې مونږ یې پریږدو او فیصله د نورو قانون ته یوسو.

بیا الله تعالی د دې او دې ته ورته نورو پیښو څخه پند اخیستل په یو مهم آیت سره چې د الله له قانون څخه د پيروۍ کولو اړتیا په ګوته کوي پای ته رسوي، زموږ رب العالمین وفرمایل

{فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا} ﴿٦٥﴾ پس داسې نده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل منځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني

د النساء سورت: د الله قانون ته په بشپړ ډول تسلیمیدل اړین دي، ځکه چې د الله قانون ته تسلمېدل، اسلام ته د غاړې اېښودلو یوه نښه ده!

الله تعالی ته د تسلیمېدو څلورمه نخښه: د الله تقدیر ته تسلیمېدل دي، ځکه چې هر څه الله تعالی په خپل حکمت سره اندازه کړي دي، لدې امله مسلمان د الله په ټولو تقدیرونو کې ... په ښه او بد کې الله ته تسلیمیږي.

که مسلمان ته خوشحالي ورسيږي نو شکر کوي او که کوم مصیبت ورته ورسیږي صبر کوي.

که الله درته خواړه، ښه رزق، ښکلی کور، په زده کړه کې بریالیتوب، روغه سټه او یا د کورنۍ ښه او پاک غړي درکړل، نو د الله شکر ادا کړه.

او که په یو مسلمان باندې کوم تکليف لکه ناروغي، فقر، وېره، آفت او اضطراب راشي او پدې مصيبت صبر وکړي او له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، دا د تسلیم شوی مسلمان حالت دی چې خپل پاک رب ته تسلیم دی.

هر څه د الله پاک لخوا ټاکل شوي دي: روغتیا، ناروغي، شتمني، بې وزلي ... هر څه د هغه د تقدیر او حکمت سره سم دي، او مسلمان باید په تقدیرونو راضي وي ځکه چې الله د هغې اندازه کوونکی دی.

زمونږ پاک رب فرمایی

{إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ} ﴿٤٩﴾ بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى

سورة القمر.

او الله تعالی فرمایي

{قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّـهُ لَنَا} ﴿٥١﴾ ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه رسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى.

سورة التوبة.

مونږ ته به هیڅ نه رارسیږي مګر هغه څه چې الله زمونږ لپاره ټاکلي وي

او الله تعالی فرمایي

{وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّـهِ} ﴿١٤٥﴾ او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره

سورة آل عمران.

اجلونه الله ټاکلي دي.

هر څه چې په کایناتو کې پیښیږي، او هره ذره چې په نړۍ کې خوځښت کوي او هره پیښه چې پیښیږي د الله په علم او د هغه په اراده، حکمت او قدرت سره پېښیږي.

زمونږ پاک رب فرمایي

{ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا} ﴿٢﴾ او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كولو سره.

سورة الفرقان.

هغه پاک ذات دی چې هر څه یې پیدا کړي او هر څه یې اندازه کړي دي او هغه څه چې وغواړي هغه کیږي او څه چې ونه غواړي هغه نه کیږي.

زه د یو مسلمان په حیث مسوولیت لرم تر څو د الله تعالی ټولو پریکړو ته غاړه کیږدم.

او پدې توګه انسان د الله په نزد مسلمان ګرځي.

او په پای کې ! زه څنګه په اسلام کې داخل شم؟

اسلام د ټولو انسانانو لپاره د الله دین دی، الله تعالی فرمايي

{إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ} ﴿١٩﴾ بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى

سورة آل عمران.

اسلام هغه دین دی چې الله تعالی پرته له هغه بل دین نه مني.

{وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ} ﴿٨٥﴾ او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم لده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى

سورة آل عمران.

نو ځکه هر انسان باید اسلام قبول کړي.

په اسلام کې له اور څخه خلاصون او د الله د رضایت او جنت لاس ته راوړل دي.

په اسلام کې داخلېدل یو له سترو نعمتونو څخه دی، بلکې دا ستاسو په وجود کې تر ټولو لوی او مهم شی دی.

اسلام په حقیقت کې فطرت او عقل ته ورګرځیدل دي.

اسلام ته داخلېدل اسانه او رسمي مراسم او چارو ته اړتيا نه لري، يوازې انسان بايد دوه د شهادت (ګواهۍ) کلمې ووایي، هغه دا چې: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدًا رسول الله. زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او زه شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.

په دې توګه هغه مسلمان شو.

بیا د اسلام په عملي کولو پیل کوي.

زه سپارښتنه کوم چې د اسلام هاوس ویب پاڼه تعقیب کړئ، هر یو د خپلې ژبې مطابق، ترڅو نوی مسلمان زده کړي چې څنګه باید اسلام تطبیق کړي.

د ویب پاڼې لینک: https://islamhouse.com/ar/