آداب المشي إلى الصلاة

آداب المشي إلى الصلاة

يتناول الكتاب آداب وسنن المشي إلى الصلاة، وكيفية الاستعداد لها بطهارة وخشوع، والتصرفات المستحبة عند دخول المسجد والخروج منه. يشمل الكتاب تعليمات حول التوجه إلى الصلاة بالسكينة والوقار، والدعاء بالأدعية المأثورة، والتأكيد على أداء ركعتي تحية المسجد عند الدخول. الكتاب يعكس اهتمام الشيخ محمد بن عبد الوهاب بتفاصيل السلوكيات اليومية للمسلم وتعليم الآداب الإسلامية المرتبطة بالصلاة.

Language: lang_ps
Prepared by:
Version: 1.0
Translations 10
Bengali English French Hindi +6
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

کتاب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال.

د شیخ الاسلام؛ نومیالي(نامتو او مشهور عالم) او مجدد(چې پخپل دور کې یې اسماني دین بیان کړ) امام شیخ محمد بن عبد الوهاب - رحمه الله- لیکنه.

د السعودیة کتابتون 269 / 86 شمېرې لاسي نسخې او څو نورو چاپ شوو نسخو سره پرتله کول او تصحیح یې د یو شمېر شیخانو هر یو: عبد الكريم بن محمد اللاحم، ناصر بن عبد الله الطريم، سعود بن محمد البشر لخوا تر سره شوې ده.

په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم.

باب دی په بیان د ادابو کې لمانځه ته د تللو پر مهال.

په اوداسه کې او په عاجزئ شره وتل سنت دي د پیغمبر-صلی الله علیه وسلم- د دې وینا د وجهې: کله چې یو ستاسې څخه په ښایسته طریقې سره اودس وکړي، بیا مسجد ته د تللو قصد وکړي، نو ګوتې دې یو بل کې سره نه ورکوي؛ ځکه چې دی په لمانځه کې دی. کله چې د کور څخه وځي دا دعا دی ووایې اګر که لمانځه ته هم نه وځي(په مدد د نوم د الله،په الله مې ایمان راوړی،په الله ځان بچ کوم،الله ته مې ځان سپارلی،نشته اړول د ګناه څخه او نشته طاقت په نیکۍ مګر د الله په مدد، ای الله پناهي نیسم تا پورې له دې چې بل څوک بې لارې کړم او یا پخپله بې لارې شم، او یا بل څوک وخیوم او یا خپله وخویږم،او یا په بل چا ظلم وکړم او یا په ما ظلم وکړای شي،او یا د بل چا د جاهل کولو باعث شم او یا بل څوک زما د جاهل کولو باعث شي، په پوره سکون او عزت سره دی روان شي د رسول الله -صلی الله علیه و سلم-د دې وینا له امله: کله مو چې اقامت واوریده، نو (مسجد) ته په عاجزۍ سره لاړ شئ، کوم رکعتونه مو چې ( د امام سره ) لاندې کړل ویې کړئ او کوم چې درڅخه تیر شوې وو نو پوره یې کړئ. او (باید د تګ پر مهال ) میده مزل وکړي او ودې وایې: اللهم إني أسألك بحق السائلين عليك وبحق ممشاي هذا فإني لم أخرج أشراً ولا بطراً ولا رياء ولا سمعة خرجت اتقاء سخطك وابتغاء مرضاتك أسألك أن تنقذني من النار وأن تغفر لي ذنوبي جميعاً إنه لا يغفر الذنوب إلا أنت ويقول : ( اللهم اجعل في قلبي نوراً وفي لساني نوراً واجعل في بصري نوراً وفي سمعي نوراً وأمامي نوراً وخلفي نوراً وعن يميني نوراً وعن شمالي نوراً وفوقي نوراً وتحتي نوراً اللهم أعطني نوراً ) کله چې مسجد ته ورسیده ورته مستحب دي چې ( د ننوتلو پر مهال ) ښۍ پښه مخکې کړي او ووایي: (بسم الله أعوذ بالله العظيم وبوجهه الكريم وسلطانه القديم من الشيطان الرجيم اللهم صل على محمد اللهم اغفر لي ذنوبي وافتح لي أبواب رحمتك) او د راوتلو پرمهال به چپه پښه مخکې کوي او وایي: ( وافتح لي أبواب فضلك ) او کله چې مسجد ته ننوت نو ندې کښیني تر دې چې دوه رکعته لمونځ وکړي؛ (دلیل یې د) پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا قول دی: (کله چې یو کس ستاسې نه مسجد ته ننوت نو ندي کښېني تر دې چې دوه رکعته لمونځ وکړي) او د الله په ذکر دې ځان مشغول کړي او یا دې چپ پاتې شي او په دنیوي خبرو کې دې نه اخته کیږي، تر څو چې دی پدې حالت کې وي نو دا په لمانځه کې دی، او پرښتې ورته بخښنه غواړي، تر دې چې څوک ازار نه کړي او یا بې اودسه نه شي.

باب دی د لمانځه د طریقې په اړه

مستحب دي چې د اذان کوونکي لدې وینا سره: قد قامت الصلاة لمانځه ته پورته شي که چیرته امام په جومات کې و، او که نه و نو هغه مهال چې امام وګوري، امام احمد ته وویل شو: آیا له تکبیر څخه وړاندې څه وایې؟ ویې ویل: نه، ځکه چې له نبی صلی الله علیه وسلم څخه څه ندي راغلي او نه یې له کوم صحابي څخه (پدې اړه) څه راغلي دي، بیا به امام صفونه داسې برابر کړي چې اوږه له اوږې او ښنګری له ښنګري سره (ونخلوي).

او سنت دي چې لومړی اول صف او ورپسې نور پوره شي، مقتدیان سیده ودرول شي، تر منځه یې تش ځایونه ډک شي، او په هر صف کې ښی لوری غوره دی، او امام ته نږدې ودریدل (هم) غوره دی، (دلیل) یې د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی: (عاقلان او بالغان (لویان) خلک دي ماپسې نږدې ودریږي) د نارینه و لپاره غوره صفونه لومړي او بد یې وروستي دي، او د ښځینه و لپاره غوره صفونه ورستي او بد یې لومړي دي. بیا به د ودریدو پر مهال (که ودریدی شو) "الله أكبر" ووایي:لدې پرته بل څه ترې نه منل کیږي. او په (الله اکبر) سره د لمانځه په پيلولو کې حکمت دا دی چې د هغه چا لویې را په زړه کړي چې په وړاندي یې ودریږي، نو عاجزي ورته وکړي، که چیرته یې د الله اکبر همزه اوږده کړه او یا یې د اکبر پر ځای إكبار وویل: لمونځ یې نه صحيح کیږي. ګونګی به تحریمه تکبیر په زړه کې وایي او ژبه به پرې نه خوځوي او د ده لپاره د قراءت، تسبیح او لدې پرته د نورو ټولو همدا حکم دی.

او سنت دي چې امام تکبیر په زوره ووایي، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی: ( کله چې امام تکبیر وکړ، نو تاسې هم تکبیر وکړئ) او د سمع الله لمن حمده په اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي: ( او کله چې (امام) سمع الله لمن حمده وویل، نو تاسې ربنا ولك الحمد". ووایئ.

او مقتدي او منفرد به (تکبیر) په پټه وایي او دواړه لاسونه به پداسې حال کې پورته کوي چې ګوتي یې خلاصې او یو بل ته نږدې کړي وي او د لاسونو ورغوي به یې د قبلې لورې ته کړي وي بیا به یې تر اوږو پورته کړي که چېرته کوم عذر و نه لري او پورته به یې کړي، پدې سره د ده( لمونځ کوونکي) او د ده د رب تر منځ د پردې پورته کېدلو ته اشاره ده، لکه څرنګه چې مسواکۍ ګوته (خوځولو) کې د الله تعالی یووالي ته اشاره ده، بیا به خپل ښی لاس له چپ مړوند څخه تاو کړي او لاسونه به د خپل نوم نه لاندې کیږدي(دا قول مرجوح دی بلکه د نامه د پاسه به یې کیږدي) چې معنا یې د ده د رب په وړاندې عاجزي ده. او ورته مستحب دي چې د لمانځه په ټولو حالاتو کې د سجدې ځای ته وګوري پرته له تشهد څخه، (ځکه په تشهد کې به ) خپلې مسواکۍ ګوتې ته ګوري. بیا په پټه سره استفتاح ( سبحانك اللهم وبحمدك ) وایي: او د سبحانک اللهم معنا داسې ده چې: داسې پاکي دې بیانوم لکه څرنګه چې ستا د شان او شوکت سره ښایې، او د (وبحمدک) په اړه وېل شوي چې معنا یې: حمد او ثنا دواړه دې یو ځای بیانوم (وتبارک اسمک) یعنې برکت ستا په یادولو سره لاس ته راځي.( وتعالی جدک ) او د قدر وړ ده لویې ستا ( ولا اله غیرک ) یعنې په زمکه او آسمان کې ستا څخه پرته بل څوک په حقه د عبادت وړ نشته ای الله، او د لمانځه پرانسته (استفتاح) په ټولو هغو دعاو روا ده چې حدیثو کې راغلي دي. بیا په پټه سره تعوذ (داسې) وایي: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم او له راغلو الفاظو څخه یې چې په هر یو سره تعوذ ووایه غوره ده، بیا په پټه سره بسم الله وایي، او هغه ( بسم الله ) نه له فاتحې او نه له کوم بل سورت څخه (آیت) دی، بلکه هغه له فاتحې څخه وړاندې د قرآن یو آیت دی او همدا رنګه د هرو دوو سورتونو تر منځ یو آیت دی پرته د براءت او الانفال له سورتونو څخه. د هر لیک په پيل کې یې لیکل مستحب دي لکه څرنګه چې سلیمان علیه السلام لیکلې وه، او لکه څرنګه به چې نبی - صلی الله علیه وسلم - کول.او د ټولو کارونو په پیل کې یې یادونه کیږي،(ځکه) په هغې سره شیطان شړل کیږي. احمد ویلي: (بسم الله) به نه له شعر څخه وړاندې او نه به ورسره یو ځای لیکل کیږي. بیا فاتحه په مرتب، پرلپسې او ټینګه لوستل کیږي، او هغه په هر یو رکعت کې یو رکن دی لکه څرنګه چې په حدیث کې دي صحیح ندی لمونځ د هغه چا چې فاتحة الکتاب(الحمد لله ) نه لولي. او د قران اصل/ مور بلل کیږي ځکه پدې که الهیات(د توحید بیان)، معاد(دوباره ژوند)، نبوات او د قدر اثبات دی، دوه لومړي آیتونه یې په الهیاتو او ( مالک یوم الدین ) په معاد(بیا ژوندون) باندې دلیل دی. مونږ یوازې ستا عبادت كوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو. دا په امر، نهي او توکل او اخلاص دلالت کوي او دا ټول باید یوازې الله تعالی لره وي، او پدې کې پاملرنه ده سمې لارې او د هغې خاوندانو ته او هغه خلک چې پیروي یې کیږي او همدا رنګه ناسمې او لارورکۍ ته پاملرنه ده (چې ځان ترې وژغورل شي) همدا رنګه مستحب دي چې

له هر آیت سره یې ودریږي،ځکه چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم (همداسې) لوستلې ده او دا په قرآن کې (د معنی له اړخه) تر ټولو ستر سورت دی او په آیتونو کې آیت الکرسی تر ټولو ستر آیت دی. (په فاتحه کې)یوولس شدونه راغلي دي، او په تشدید کې له حد نه اوختل مکروه دي او همدارنګه په مد کې افراط کول، نو کله یې چې(فاتحه)تر پایه ولوسته بیا دې له لږ ځنډ وروسته آمین ووایي، تر څو ښکاره شي چې دا (امین) له قرآن څخه ندی او معنا یې: ای الله قبول یې کړه ده ، امام او مقتدیان به یې یو ځای په لوړ اواز سره وایي. په جهري لمونځونو کې له فاتحې څخه وروسته د (لنډ مهال لپاره) د امام چپ پاتې کېدل مستحب دي، دلیل یې د سمرة حدیث دی، او په ناپوهه یې زده کړه لازم ده که چیرته یې د وړتیا سره زده نه کړه؛ لمونځ یې نه صحیح کیږي، او که چیرته د چا زده نه وي او نه یې له قرآن څخه نور څه زده وي نو پرې لازم دي چې ووایي: "سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر" دلیل یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم وینا ده: ( که له قرآن څخه دې څه زده وي نو ویې لوله او که نه وي نو (الحمد لله)، (لا إله إلا الله) او ( الله اکبر) ووایه او بیا رکوع وکړه، ابو داود او ترمذي روایت کړی دی، بیا په پټه بسم الله وایي، بیا ورپسې یو بشپړ سورت وایي او یو آیت ورته هم جایز دی، مګر د احمد په اند مستحب دي چې یو آیت باید اوږد وي، که چیرته له لمانځه نه د باندې وي نو کولی شي بسم الله په جهر او یا خفیه ووایي. او د سهار په لمانځه کې به له لویو سورتونو یو لولي چې لومړی یې ( ق ) دی دلیل یې د اوس وینا ده چې وایې د محمد - صلی الله علیه وسلم له صحابه و څخه مې پوښتنه وکړه چې قرآن څنګه په منزلونو ویشئ؟ هغوی وویل: درې، پنځه، اووه، نهه، یوولس او دیارلس او د لویو سورتونو منزل یې یو دی، او د سهار په لمانځه کې مکروه دي چې له عذر - مریضۍ، سفر او داسې نورو - پرته لنډ سورتونه ولوستل شي. او په ماښام کې به لنډ سورتونه لولي او ځنې وختونه به یې له اوږدو هم لولي ځکه چې هغه - صلی الله علیه وسلم - پکې الاعراف لوسته او په نورو پاتې کې به یې منځمهالي لوستل که چیرته به کوم عذر نه و او که عذر به و نو له هغه څخه به یې لنډ لوستل، او د ښځې لپاره جایز دي چې په جهري لمونځونو کې په لوړ غږ ولولي پدې شرط چې بیګانه یې غږ وانه وري، د شپې پر مهال نفل کوونکی به مصلحت په نظر کې نیسي که چیرته یې په جهري قراءت سره څوک نږدي کس تکلیف کېده نو خفیه قراءت به کوي او که چیرته ورته چا غوږ اېښوده نو بیا دې په جهر ولولي، او که چیرته یې په جهري کې په ټیټ او په خفیه کې په لوړ اواز سره لوستل وکړل نو ودې کړي، او په ترتیب سره د آیتونو لوستل واجب دي ځکه چې په اړه یې دلیل راغلی، او د سورتونو ترتیب اجتهادي مساله ده.

او نص پرې د جمهورو علماو په نزد نشته، نو جایز دي چې یو له بل څخه مخکې وروسته ولوستل شي، لدې امله په لیکلو کې د صحابه و مصحفونه ډول ډول وو او د احمد په نزد د حمزه او کسائي په قراءت لوستل مکروه دي، او د ابو عمرو لوی ادغام، کله چې له قراءت څخه فارغ شو له لږ ځنډ وروسته - تر څو سا واخلي- دواړه لاسونه به لکه د لومړي ځل په څېر پورته کړي(رقع الیدین به وکړي)، او خپل قراءت به د رکوع له تکبیر سره نه یو ځای کوي. او تکبیر (الله اکبر) به وایي نو بیا به دواړه لاسونه چې ګوتې یې یو له بل سره جلا وي پر دواړو زنګنونو ږدي، بیا به په هر لاس سره خپل زنګون رانیسي او ملا به نیغه ساتي،او سر به هم د ملا سره برابر ساتي؛ نه به یې پورته کوي او نه یې ښکته کوي، د عائشې د حدیث پر دلالت چې فرمایې: او خپلې څنګلې به له اړخونو(تشو) څخه جلا کوي، د ابو حمید حدیث دی، او په رکوع کې به وایې: سبحان ربی العظیم د حذیفه د حدیث پر بنا چې مسلم یې روایت کړی دی، او د امام لپاره تر ټولو کم پوره شمېر درې او زیات یې لس ځلې وییل دي او همدا حکم په سجده کې د سبحان ربي الاعلی هم دی، او په رکوع او سجده کې به قراءت نه کوي(قران به نه لولې) ځکه چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ورڅخه منع فرمایلي ده، بیا که امام وي او یا منفرد پرې واجب دي چې د "سمع الله لمن حمده" په ویلو سره سر پورته کړي. او د لومړي ځل په څېر به بیا هم لاسونه پورته کوي او د "سمع " معنا ده؛ قبوله یې کړه، کله چې یې ولاړه بشپړه شوه بیا به وایې: "ربنا ولك الحمد ملء السموات والأرض وملء ما شئت من شيء بعد" یعنې ای زمونږه ربه! تا لره د آسمانونو او زمکې او هر هغه شي چې له هغه وروسته یې ته غواړي د هغوی د ډکوالي په اندازه ستاینه ده. او که یې خوښه وه نور (لاندې الفاظ) دې هم ورزیات کړي. "أهل الثناء والمجد أحق ما قال العبد وكلنا لك عبد لا مانع لما أعطيت ولا معطي لما منعت ولا ينفع ذا الجد منك الجد" د ستاینې او د لویي خاوند یې هغه چې بنده وویل ته یې لایق یې مونږ ټول ستا بندګان یو، منع کوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې ورکوې، او ورکوونکی نشته هغه څه لره چې ته یې منعه کوې،او فایده نه شې ورکولای خاوند د مرتبې ته ستا په مقابل کې مرتبه د هغه. او كولی شي پرته لدې نور - الفاظ - چې راغلي دي ووايي: او که یې خوښه وه نو ودې وایې: اللهم ربنا لک الحمد پرته له واو څخه ځکه چې د ابو سعید او نورو په حدیث کې راغلي دي. که چیرته مقتدي امام د دې رکوع په حالت کې لاندې کړ نو رکعت یې نیولی دی، بیا به تکبیر وایي او په سجده به پرېوځي؛ لومړی به لاسونه نه ږدي، بلکه لومړی به زنګونه ږدي بیا دواړه لاسونه بیا مخ(سر) پداسې حال کې چې تندی، پوزه او دواړه ورغوي به یې له زمکې سره لږولي وي او د دواړو پښو ګوتې به یې د قبلې لورې ته قات کړي وي. او په دې اوو اندامونو سره سجده کول رکن دی، او لمونځ کوونکي لره روا دي یوځای کول د لاسونو د ورغوو، او د ګوتو راټولول(ګوتې به یو له بل څخه جلا نه وي) په داسې حال کې چې قبلې لورې ته به یې غځولي وي او څنګلي به یې د ځمکې نه پورته کړي وي.

او په ډیر سوړ(یخ) او ډیر ګرم(تود) ځای کې د لمانځه کول مکروه دي ځکه چې خشوع له منځه وړي، او سجده کوونکي لپاره سنت دي چې خپل بازوګان له اړخونو او ګېډې او ګېډه له ورنونو او ورنونه له پنډیو څخه جلا وساتي، او لاسونه به د اوږو برابر ږدي او د زنګنونو او دواړو پښو تر منځ به جلاوالی راولي. بیا په تکبیر ویلو سره سر پورته کوي او داسې به کینې چې چپه پښه یې غوړولي وي او پرې ناست وي او ښۍ پښه یې ودرولي وي او د چپې پښې لاندې یې راویستلي وي، او د ګوتو لاندې برخه به یې زمکې طرف ته کړي وي تر څو د ګوتو سرونه د قبلې لورې ته شي، د ابو حمید د حدیث له امله چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم د لمانځه د طریقې په اړه یې بیان کړی (وایي) لاسونه به یې پر ورنونو غځولي وي او ګوتې به یې راغوندي کړې وې او وایي: "رب اغفر لي" او کومه خبره نشته که زیات یې وویل: د ابن عباس د وینا له امله فرمایې: نبی کریم صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځ وییل: "رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني" (دا حديث) ابوداود روايت کړی دی، بیا د لومړۍ سجدې په څېر دویمه سجده کوي او که یې غوښتل دعا دې پکې وکړي، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: او په سجده کې ډیره دعا وکړئ، نږدې ده چې دعا مو قبوله شي. (دا حديث) مسلم روايت کړی دی او ده لره له ابوهریرة - څخه روایت دی - چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په سجده کې وېل: "اللهم اغفر لي ذنبي كله دقه وجله وأوله وآخره وعلانيته وسره"ای الله زما ټول ګناهونه و بخښې واړه غټ لمړني روستني ښکاره پټ. بیا د تکبیر په ویلو سره سر پورته کوي او د قدمونو په مرسته په زنګنونو تکیه کوي او ودریږي، دلیل یې د وائل حدیث دی، مګر که ورته سخته وي د زوړوالي، ناروغۍ او یا کمزورۍ له وجې، بیا لکه د لومړي رکعت په څېر دویم رکعت کوي پرته له تحریمه تکبیر او استفتاح له دعاء څخه (چې نه وییل کیږي) اګر که په لومړي رکعت کې یې ویلي هم نه وي، بیا تشهد ته غوړیدلی کیني، لاسونه به یې په دواړو ورنونو غوړولي وي، د چپ لاس ګوتې به یې سره غونډې د قبلې لور ته غځولې وي او د ښي لاس کچۍ او ورپسې ګوتې به یې راغونډې کړي وي او غټه ګوته به یې له منځۍ ګوتې سره نښلولې وي او په خفیه به تشهد وایي او د ښي لاس په مسواکۍ ګوتې سره به په تشهد کې اشاره کوي، چې معنا یې د الله یووالي ته اشاره کول دي، همدارنګه په لمانځه کې دننه او د باندې به د دعا پر مهال پرې اشاره کوي د ابن الزبیر وینا ده: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به چې کله دعا کوله نو په ګوتې سره به یې اشاره کوله ولې خوځوله به یې نه. ابو داود روایت کړی دی. نو وېل به یې: (التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله).یعنې: ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا باندې ای نبي او پر تا باندې دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو ، شاهدې ادا کوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او شاهدې ادا کوم چې محمد د الله بنده او رسول دی. او هر تشهد یې چې ووایه -پدې شرط چې - له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي روا دی، خو غوره ده چې لنډ وویل شي او څه شی پرې ورزیات نه شي، دا لومړی تشهد دی. بیا که چیرته لمونځ یوازې دوه رکعتي و، نو پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې داسي درود ووایي: اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت على آل إبراهيم إنك حميد مجيد ، وبارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على آل إبراهيم إنك حميد مجيد، او جایز دي چې پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له درودونو وویل شي چې ثابت دی وآل محمد أهل بيته، او د محمد صلی الله علیه وسلم پر کورنۍ دې د الله درود وي. او "التحيات" یعنې ټولې ستاینې یوازې الله تعالی لره دي چې هغه مستحق او خاوند دی."والصلوات" یعنې دعاګانې "والطيبات" غوره عملونه، هغه پاک ذات دی چې هغه نورو ته سلام وایې او پر هغه سلام نه اچول کیږي، ځکه چې سلام دعا ده. همدا رنګه پرته له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پر بل چا هم د درود ویل جایز دي کله چې ځانته وي پدې شرط چې زیاتوالی به پکې نه وي او چې د ځینو خلکو لپاره شعار هم و نه ګرځي، یا دا چې ځینې صحابه یې ورڅخه موخه وي او ځینې نور نه، همدا رنګه پرته له لمانځه څخه هم پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ویل سنت دي، او په کار ده چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم دیادولو پر مهال پرې ډیر ټینګار وشي، او د جمعې په ورځ او شپه کې، او سنت دي چې ووایي: "اللهم إني أعوذ بك من عذاب جهنم ومن عذاب القبر وأعوذ بك من فتنة المحيا والممات وأعوذ بك من فتنة المسيح الدجال" یعنې: (یا الله! زه پناه غواړم په تا سره د جهنم له عذاب څخه، او د قبر له عذاب څخه، او پناه غواړم په تا سره د ژوند او مرګ له هر ډول فتنې څخه او پناه غواړم په تاسره د مسحه شوي دجال له فتنې څخه. او که لدې پرته یې نورې دعاګانې وکړې چې راغلي وي نو ښه ده، دلیل یې د پيغمبر صلی الله وسلم وینا ده: بیا به له دعا څخه هغه غوره کوي چې ورته ښه ښکاري. پدې شرط چې په مقتدي سختي نه وي، همدا رنګه یو خاص کس ته دعا کول جایز دي ځکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا کار کړی کله یې چې د مکې مکرمې ضعیفو مسلمانانو ته دعا کوله، بیا به په ناسته سلام ګرځوي او له ښې لورې به یې پیلوي او وایې به : السلام علیکم ورحمة الله او چپ طرف ته همدا رنګه او مخ اړول سنت دي، چپ لورې ته مخ ګرځول به یې زیات وي تر دې چې مخ یې ولیدل شي او یوازې امام به لومړی سلام په زوره وایي او پرته له امام څخه نور به دواړه سلامونه په خفیه سره وایې، او سنت دي چې زیات پرې غږ اوږد نشي، پدې معنا چې اواز به نه راکاږي، او پدې سره به د لمانځه څخه د وتلو نیت کوي، همدا رنګه په سلام سره به یې نیت په حفظه ملایکو او حاضرو خلکو سلام اچول هم وي. او که چیرته لمونځ له دوه رکعتي څخه زیات و نو د لومړي تشهد څخه وروسته به د قدمونو پر مخ له تکبیر سره پورته شي او پاتې لمونځ به پوره کړي لکه چې وړاندې وویل شو، مګر دا چې په جهر به څه نه وایي او نه به له فاتحې څخه وروسته څه وایې، که داسې یې وکړل باک نشته(په سورت فاتحه یې څه ورزیات کړه)، بیا دویم تشهد ته کېني پداسې شکل چې چپه پښه به وغوړوي او ښۍ پښه به ودروي او دواړه پښې به ښي لور ته وباسي او کوناټي به په زمکه ولګوي لومړی تشهد به ووایي، بیا به په نبی صلی الله علیه وسلم درود ووایي بیا به دعا وکړي او ورپسې به سلام وګرځوي. امام به مقتدیانو ته له ښي او یا له چپ لورې مخ وروګرځوي او امام به له سلام څخه وروسته د قبلې طرف ته ناسته نه اوږدوي او مقتدیان به هم له امام څخه مخکې نه ځي؛ دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وینا ده: "زه ستاسې امام یم؛ نه به راڅخه په رکوع او سجده کې مخکې والی کوئ او نه به راڅخه مخکې خپریږئ" که چېرته ورسره ښځو جماعت وکړ، نو ښځې به خپرې شي او سړي به لږ ځنډ وکړي تر څو ورسره یو ځای نه شي، او د الله یادول، دعا او استغفار ویل د لمانځه پسې سنت دي، داسې به وایي: استغفر الله درې ځلې، بیا به وایې: اللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والإكرام لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، ولا حول ولا قوة إلا بالله لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه له النعمة وله الفضل وله الثناء الحسن لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون: "اللهم لا مانع لما أعطيت ولا معطي لما منعت ولا ينفع ذا الجد منك الجد" بیا به سبحان الله، الحمد لله او الله اکبر هر یو درې دیرش ځلې ووایي او د سلو د پوره کولو لپاره به وایي: "لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير" (له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته، هغه یو دی شریک نلري، بادشاهي یوازې د هغه ده او هغه لره ټول ثنااو صفتونه دي او هغه پر هر څه برلاسی (قادر) دی). او د سهار او ماښام له لمونځونو څخه وروسته به مخکې لدې چې څوک خبرې وکړي اووه ځلې ووایې: اللهم أجرني من النار، او په پټه د دعا کول غوره دي او همدارنګه ماثوره (ثابتې) دعاګانې. همدارنګه دعا کول به په ادب، خشوع، د زړه حضور، لیوالتیا او له الله څخه د ویرې په حال کې وي، دلیل یې حدیث دی:

له غافل زړه څخه دعا نه قبلیږي د الله تعالی نومونه، صفتونه او توحید به هغه ته وسیله ګرځوي او د دعا د قبلیدلو وختونه به څاري چې د شپې دریمه برخه، د آذان او اقامت تر منځه، د فرض لمونځونو څخه وروسته او د جمعې د ورځې وروستۍ شیبه ده، او د قبلیدو لپاره به زیار باسي او بیړه به نه کوي چې ووایي: ډیرې دعاګانې مې وکړې خو قبولې نه شوې، او کومه خبره نشته که ځان په دعا سره ځانګړی کړي مګر په هغه دعاګانو کې چې خلک پرې آمین وایي، او د اواز پورته کول مکروه دي.

او په لمانځه کې لږ آخوا دیخوا لیدل، اسمان لورې ته کتل، انځور ته او یا انسان ته مخامخ ودرېدل، اور ته مخ کول اګر که چراغ هم وي او د څنګلو خپرول په سجده کې دا ټول مکروه دي، او په لمانځه به نه ودریږي پداسې حال کې چې تش او یا ډک معذرت ته یې اړتیا وي، او یا هغه خواړه راوړل شوي وي چې زړه یې ورته کیږي، بلکه لمونځ به وروسته کوي ولو که جماعت ترې هم تېریده. او په جومات کې په تیږو سره لوبې کول او ګوتې سره یو بل کې ورکول، دناستې پر مهال په لاسونو تکیه وهل، په ږیره کې لاس وهل، د ویښتانو پورته کول، د جامو راغونډول مکروه دي، او که چیرته انګشی ورغی نو تر خپلې وسې دي بند کړي، خو که چیرته پرې زورور شو نو په خوله دې لاس کیږدي، او مکروه دي چې ځان لپاره د سجدې د ځای خاورې برابرې او اوارې کړي، او که چیرته یې څوک مخې ته تیریده منع دې کړي؛ هغه که انسان و او یا بل شی، لمونځ فرض و او که نفل که چیرته نه منع کېده په منع کولو دې یې ټینګار وکړي تر دې که لږ تېر شوی هم و، او د لمونځ کوونکي او سترې تر منځه تېرېدل حرام دي او که چیرته ستره نه وي نو مخې ته تېرېدل یې هم حرام دي. او د اړتیا پر مهال ورته د مار، لړم او سپږې وژل جایز دي، او کولی شي خپلې جامې او پګړۍ برابره کړي، او د یو شي پورته کول او اېښودل یي، او په لاس، مخ او سترګو سره ورته اشاره کول جایز دي. او په لمونځ کوونکي سلام اچول مکروه ندي او کولی شي په اشارې سره جواب ورکړي، او که چیرته امام په قراءت کې بند او یا غلط شو کولی شي فتحه ورکړي او په لمانځه کې د تیروتنې پر مهال به ورپسې مقتدي که سړی وي سبحان الله او که ښځینه وي نو د لاسونو څخه به پړک وباسي تر څو یې غلطۍ ته متوجه کړي او که چیرته خولې کې لاړې راټولې شوې او یا یې خولې ته بلغم راغلل او دی په جومات کې و نو په خپلو کالیو کې دې تف کړي او که چېرته له جومات څخه د باندې و کولی شی چپ طرف ته یې تف کړي، او ورته مکروه دي چې په لمانځه کې مخې او یا ښي لورې ته لاړې او یا بلغم تف کړي.

او د مقتدي لپاره مکروه دي چې له سترې پرته په لمانځه ودریږي اګر که د چا د تېریدلو ویره هم نه وي،دیوال او یا کوم لوړ شی او یا نیزه او داسې نور چې د پالان په اندازه لوړوالی ولري ځانته دی یې ستره وګرځوي، او سنت طریقه ده چې سترې ته نږدې ودریږي، دلیل یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم وینا ده: «کله چې یو ستاسې څخه لمونځ کاوه نو سترې ته دې وکړي او ورنږدې دې شي». او لږ به ورڅخه کوږ ودریږي لکه څرنګه به چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم کول، او که چیرته یې د سترې لپاره څه و نه موندل نو یو خط دې وباسي، او که د خط تر شا څه شی تېر شو لمونځ یې نه مکروه کیږي، که چیرته ستره نه وه او یا د ده او د سترې تر منځه کومه ښځه، سپی او یا خر تېر شو لمونځ یې باطل شو.

او کولی شي د مصحف له مخې قراءت وکړي، د رحمت له آیت سره له الله څخه وغواړي او د عذاب له آیت سره پر الله پناه ونیسي.

او قیام (ودریدل) په فرض لمانځه کې رکن دی، دلیل یې د الله تعالی وینا ده: [او الله ته ودرېږئ او لمانځه کې خبرې مه کوئ] مګر ناتوان، لوڅ، ویریدلی یا څوک چې د هغه چا مقتدي وي چې هغه ودریدلی نه شي، او که چېرته یې امام په رکوع کې لاندې کړ نو تکبیر تحریمه باید په ولاړه ووایي(هغه فرضیت د قیام به ورڅخه ساقط شي).

او تحریمه تکبیر رکن دی، همدا رنګه د فاتحې لوستل د امام او ځانته لمونځ کوونکي لپاره، او رکوع هم رکن دی، دلیل یې د الله تعالی قول دی: [اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع وكړئ او سجده وګړئ] او له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې یو سړی جومات ته ننوت او لمونځ یې وکړ بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او سلام یې پرې واچاوه رسږل الله-صلی الله علیه وسلم- وویل: «وګرځه لمونځ وکړه ځکه چې تا لمونځ ندی کړی» درې ځلې یې داسې وکړل هغه سړی وویل: قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه نبي رالیږلی یې لدې یې ښه نشم کولی نو راویې ښایه؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: کله چې لمانځه ته ودریدې نو تکبیر ووایه بیا چې درته له قران څخه څه آسانه وي ویې وایه(همدا سورت فاتحه اسان دی په ټول قران کې)، بیا رکوع وکړه تر دې چې په رکوع کې ښه ډاډمن شې، بیا راپورته شه تر دې چې نیغ برابر ودریږې، بیا سجده وکړه تر دې چې په سجده کې ډاډمن شې، بیا کښېنه تر دې چې په ناسته کې ډاډمن شې بیا همداسې په ټول لمانځه کې وکړه. دا حدیث امام بخاری، مسلم، ابو داود، نسائي، ترمذي، ابن ماجه او احمد بن حنبل روایت کړی. لدې معلومه شوه چې هغه څه چې پدې حدیث کې یاد شول په هیڅ حالت کې نه ساقطیږي، که چېرته ساقطېدای نو له لدې ناپوهه اعرابي څخه به ساقط شوي وو.

او پدې افعالو کې طمأنینة ( په آرامۍ سره ادا کول) رکن دی د هغه حدیث له مخې چې تېر شو. او حذیفه یو سړی ولیده چې رکوع او سجده یې پوره نه کوله نو ورته یې وویل: لمونځ دې ندی کړی، او که چېرته مړ شوی نو د هغه فطرت خلاف به مړ شوی یې چې الله پرې محمد صلی الله علیه وسلم پیدا کړی دی(اسلام).

او وروستی تشهد رکن دی؛ دلیل یې د ابن مسعود قول دی: وړاندې لدې چې پر مونږ تشهد فرض شي ویل به مو: السلام على الله السلام على جبريل وميكائيل، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې مه وایئ، مګر داسې وایئ: التحیات لله" دا حدیث نسائي روایت کړی او روایان یې ثقه دي.

او هغه واجبات چې په سهوې سره ساقطیږي (اته) دي: له تحریمه تکبیر پرته نور تکبیرونه، او د امام او منفرد لپاره سمع الله لمن حمده، او ربنا ولک الحمد د دواړو لپاره، او د رکوع او سجدې تسبیحات، او د رب اغفرلي وېل، او لومړی تشهد او ورته کېناستل او پرته لدې نور ټول اقوال او افعال(په لمانځه کې) سنت دي.

قولي سنتونه اوولس دي: استفتاح (سبحانک اللهم)، أعوذ بالله. بسم الله.آمین، په لومړیو دوو رکعتونو کې د سورت وېل(وروسته له فاتحې څخه)، او د سهار، جمعې، اخترونو او نفلي ټولو لمونځونو جهري او خفیه، او د ملء السماء والأرض تر اخره پورې وییل او له یو ځل څخه زیات تسبیحات په رکوع او سجده کې وېل، او د: رب اغفرلي او ، او وروستی تشهد کې له څلورو شیانو په الله تعالی پورې پناه غوښتل او په نبي کریم صلی الله علیه وسلم او کورنۍ یې درود او برکت وېل(درود ویل په رسول الله -صلی الله علیه و سلم په روستی تشهد کې رکن دی) (او رب اغقر لی د سجدو په مینځ کې واجب دي) . او لدې پرته نور فعلي سنتونه دي لکه د ګوتو یو بل سره یو ځای کول، او مخ په بره اوږدول او قبلې لور ته یې مخ کول د تحریمه تکبیر، رکوع او له رکوع نه د پورته کېدو پر مهال او وروسته لدې یې ټېټول او ښی لاس له چپ مړوند څخه تاوول او بیا دواړه له نوم نه لاندې اېښودل(عن سهل بن سعد-رضی الله عنه قال:(کان الناس یومرون ان یضع الرجل الید الیمنی علی ذراعه الیسری فی الصلات) اخرجه البخاری (د سهل بن سعد څخه روایت دی فرمای خلکو ته امر کیدای شو چې سړی دې ښی لاس په کیڼه څنګل کیږدي په لمانځه کې) بخاري پخپل صحیح کې روایت کړی) او د سجدې ځای ته کتل،او د قیام پر مهال د پښو تر منځ جداوالی راوستل او په نوبت سره په یوه پښه او بله پښه زور راوستل (المراوحة) او قراءت په ترتیل سره ویل، او د امام لپاره په قراءت کې تخفیف(لنډ لوستل)او داچې لومړی رکعت به د دویم په پرتله اوږد وي او په رکوع کې په دواړو لاسونو سره زنګنونه ټېنګ نیول پداسې حال کې چې ګوتې به یې یو له بل څخه جلا وي او ملا یو برابر نیول او سر د ملا سره برابر نیول او سجدې ته د ټېټېدو پر مهال له زنګنونو څخه مخکې د لاسونو لګول(فی الحقل الربع و الخمسین قال:فیضع رکبتیه ثم یدیه امل ارالة هذا التناقض رغم ان هذه المسالة لم یرد فیها حدیث صحیح مرفوع) او د ولاړېدو پر مهال لومړی د لاسونو راپورته کول مخکې له زنګنونو څخه او په سجده کې د زمکې سره د تندې او پوزې لګول او له اړخونو څخه د مټونو جدا کول او ګېده له ورنونو او ورنونه له پنډیو څخه جدا کول او د پښو ودرول او د ګوتو لاندې برخه یې زمکې سره لګول پداسې حال کې چې یو له بل څخه به یې ګوتې جلا وي او لاسونه د اوږو برابر اېښودل پداسې حال کې چې د سجدې کولو پر مهال به یې ګوتې یو له بل څخه جلا وي او د لاسونو ګوتې به یې د سجدې پر مهال قبلې ته مخامخ اوږدې غځولې وي، او دا چې لمونځ کوونکی په لاسونو، تندي او دویم رکعت ته د ودریدو پر مهال د پښو په لاندې برخه باندې زور راوړي پداسې حال چې په لاسونو سره به یې په خپلو زنګنونو تکیه کړي وي، او د دوه سجدو تر منځه او تشهد لپاره د ناستې پر مهال د پښو غړول او د ښي لاس د کچۍ او ورپسې ګوتو راغونډول او د غټې او منځۍ ګوتو یو له بل سره نخلول تر څو ترې کړۍ جوړه شي او بیا په مسواکۍ ګوتې سره اشاره کول، او د سلام پر مهال ښي او چپ طرف ته مخ اړول او د چپ اړخ په ښي اړخ باندې اوږدول.

او د سهوې د سجدې په اړه احمد فرمایلي دي: په اړه یې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پنځه شیان پاتې دي: په دوه رکعتونو یې سلام وګرځاوه نو سجده یې وکړه، په دریو رکعتونو یې سلام وګرځاوه نو سجده یې وکړه او په زیادت او نقصان کې، او له دوه رکعتونو پورته شو پرته لدې چې تشهد ته کیني، خطابي وایي: د اهل علمو په اند دا پنځه باوری حدیثونه دي: یعنې دوه حدیث د ابن مسعود او أبو سعید، او ابو هریره او ابن بحینه، او د سهوې سجده د زیاتوالی او یا کموالي پر مهال لازمیږي او د شک په صورت کې(چې د لمونځ کوونکي شک پیدا شو چې ایا دوه رکعته مې وکړه که درې؟)په قرضو او نفلو کې، مګر چې زیات شي(شک) نو بیا په وسوسو بدلیږي نو باید لرې یې کړي. او همدارنګه په اودس، غسل او د نجاست په لرې کولو کې، نو هر کله چې د لمانځه له حرکتونو څخه لکه: قیام، رکوع، سجده او یا قعده کې په قصدي توګه زیاتوالی راشي نو لمونځ باطلیږي او که په سهوې سره پکې څه شی زیات شو نو د سهوې سجده پرې لازمیږي، دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: «کله چې یو څوک په لمانځه کې زیادت او یا کموالی راولي نو دوه سجدې دې وکړي». مسلم روایت کړی دی. او کله یې چې په یاد شول، نو د لمانځه ترتیب ته دې پرته له تکبیر ویلو څخه راوګرځي او که رکعت یې زیات کړی و قطع دې کړي کله چې ورته یاد شو او له هغې چې مخکې کوم عمل وی له هماغه ځای دې بنا وکړي که تشهد یې کړای وو بیا دی نه کوي سجده سهوه دې وکړي او سلام دې واړوي او مسبوق(هغه مقتدي چې کوم رکعت ورڅخه تللی)دې زیات رکعت ته اعتبار نه ورکوي،او که چېرته څوک پدې پوه شو چې امام سهوا رکعت اضافي وکړ نو ندې ورپسې ودریږي، او که چېرته امام وي او یا ځانته په لمانځه ولاړ وي او دوه باوري نفرو متوجه کړ باید راوګرځي، او که چېرته یو تن پرې غږ وکړ نو ندې راګرځي تر دې چې خپله ډاډمن نشي، ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوازې د ذی الیدین په خبره لمونځ راونه ګرځاوه.

او په اندک عمل سره لمونځ نه باطلیږي، لکه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم لخوا (په لمانځه کې) عائشې ته دروازه خلاصول، او یا پر اوږو د امامة سپرول، او که چېرته یې کوم جایز عمل په لمانځه کې تر سره کړ لکه: د ناستې پر مهال قراءت وېل او یا د قیام پر مهال تشهد ویل نو لمونځ یې نه باطلیږي

او په کار ده چې سجده د سهوې له امله وشي، دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا عام قول دی: ( کله چې یو ستاسې څخه - څه شی - هېر کړي نو دوه سجدې دې وکړي ) او که چېر ته یې له پوره کېدو څخه وړاندې قصداٌ سلام وګرځاوه لمونځ یې باطل شو، او که سهوا یې ترې دا کار وشو او په نږدې وخت کې یې ورته پام شو نو پوره دې کړي آن که له جومات څخه وتلی هم وي او یا یې د دې په اړه لږې خبرې کړي وي، او که په ناپامۍ کې یې خبرې کړې وې او یا ویده شوی و او بیا یې خبرې کړې وې او یا دا چې د قراءت پر مهال یې په ژبه پرته له قرآن څخه نور څه الفاظ راغلل نو لمونځ یې نه باطلیږي، او که په کړس کړس یې وخندل په اجماع سره یې لمونځ باطل دی، خو یوازې په مسکا نه باطلیږي.

او که له تحریمه تکبیر څخه پرته یې بل رکن هېر شوی و او په ورپسې رکعت کې یې د قراءت پر مهال په یاد شو نو هغه رکعت کې یې چې رکن هېر شوی و باطل شو او پر ځای یې دویم رکعت لومړی حسابیږي، او افتتاح( سبحانک اللهم ) به بیا نه وایي؛ دا د احمد قول دی او که چېرته یې له قراءت پیلولو څخه مخکې راپه یاد شو نو هغه دې راوګرځوي او ورپسې دې هم وکړي، او که چېرته یې لومړی تشهد هېر شوی و او پورته شو، پرې لازم دي چې تشهد ویلو ته بېرته وروګرځي او ویې وایي دا پداسې حال کې چې پوره نه وي ودریدلی، دلیل یې د مغیره حدیث دی چې ابو داود روایت کړی دی، او پر مقتدي یې متابعت لازم دی او تشهد ترې ساقطیږي او د سهوې لپاره به سجده کوي، او څوک چې د رکعتونو په شمېر کې شکي شو، نو له هر څو رکعتونو چې ډاډمن و همغو ته دې اعتبار وکړي او که مقتدي شکي شو نو د امام لمانځه ته اعتبار ورکول کیږي، او که چېرته مقتدي له امام سره په رکوع کې یو ځای شو او شکي شو چې آیا رکعت به یې رانیولی وي مخکې لدې چې امام سر پورته کړي او که نه، نو دا رکعت سم ندی، او که چېرته یقیني و نو رکعت یې سم دی او نور پاتې رکعتونه دي د امام له سلام اړولو څخه وروسته پوره کړي او د سهوې لپاره دې سجده وکړي. او پر مقتدي د سهوې سجده نشته، مګر دا چې امام یې په لمانځه کې سهوه شي نو د هغه سره به د سهوې سجده کوي او که تشهد یې نه و پوره کړی نو د امام له سجدې څخه وروسته دې پوره کړي، او څوک چې په سهوې سره له امام څخه مخکې سلام وګرځوي او یا دا چې امام سهوه شي او دی هم ورسره سهوه شي او یا خپله یوازې سهوه شي نو له سلام ګرځولو څخه مخکې به سجده کوي، مګر دا چې سلام یې ګرځولی وي پداسې حال کې چې یو یا زیات رکعتونه پریښي وي او سلام وګرځوي، دلیل یې د عمران او ذو الیدین حدیثونه دي نو پداسې حال کې به د غالب ګمان پر بنا له سلام اړولو وروسته سجده کوي، دلیل یې د علي او ابن مسعود حدیث دی. او که یې له سلام اړولو مخکې او یا وروسته هېر شوی و نو ودې یې کړي خو چې زیات وخت پرې نه وي تېر شوی، او د سهوې سجده او څه چې پکې ویل کیږي او ورڅخه په پورته کېدلو کې هغه څه ویل کیږي چې د لمانځه په سجده کې ویل کیږي.

دا باب د نفلي لمونځونو په اړه دی

ابوالعباس ویلي: په نفلي لمونځونو سره د قیامت په ورځ فرضي لمونځونه پوره کیږي چې په سمه توګه پوره نه وي ادا شوي، پدې اړه مرفوع حدیث راغلی، همدا رنګه زکات او نور عملونه، او غوره نفلي عمل جهاد دی، او بیا ورپسې یې نور عملونه لکه نفقه او داسې نور، بیا خپله زده کړه او نورو ته ورښودل. ابوالدرداء ویلي: عالم او زده کوونکی سره په ثواب کې برابر دي او نور پاتې ټول خلک هیڅ وزن نلري او له احمد څخه روایت دی: د علم زده کړه تر ټولو غوره عمل دی د هغه چا لپاره چې نیت یې سم وي او وایي: د شپې په یوه برخه کې په زده کړه بوختیا راته لدې غوره ده چې شپه په لمانځه کولو سبا کړم. او فرمایي: د علم دومره زده کړه پر انسان واجب ده چې خپله دینداري پرې وکړي، ورته وویل شو، لکه څومره: ویې ویل: دومره چې ناپوهي یې لمونځ روژې او د دې په شان نورو ته ونه غزیږي او د علم څخه پس بیا لمونځ دی دلیل یې دا حدیث دی: «د حق، عدالت او نیغې لارې پر پیروۍ کلک پاتې شئ، او تاسو په نېغه لاره سل په سلو کې کلک نه شئ پاتې کېدلی، او پوهه شئ چې تر ټولو غوره عمل لمونځ دی». لدې وروسته هغه عملونه چې نورو ته یې ښېګڼه رسیږي لکه: د ناروغ پوښتنه، د یو مسلمان اړتیا پوره کول، او د خلکو تر منځ روغه جوړه کول، دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: «آیا تر ټولو پر غوره عمل مو خبر درنکړم چې درجه یې له روژې او لمونځ څخه غوره وي: د دوو مرورو تر منځه روغه جوړه کول، ځکه د دوی تر منځه خفګان د دین جرړي له بېخه باسي». دغه حديث ترمذي صحيح بللی دی. او احمد ویلي: د جنازې پسې تلل له (نفلي) لمونځ څخه غوره عمل دی او هغه عملونه چې ګټه یې نورو ته رسیږي بېلابېل ډول دي:نږدې خپلوانو ته چې اړمن وي صدقه ورکول له مریي ازادولو څخه غوره دي او همدا رنګه غوره دي لدي چې یو پردي ته صدقه ورکړل شي مګر دا چې لوږه راغلي وي، بیا ورپسې حج، او له انس څخه مرفوع روایت دی. «څوک چې د علم زده کړې پسې ووت نو هغه د الله په لار کې دی تر دې چې بیرته راوګرځي». ترمذي ویلي دي: دا حدیث حسن غریب دی. شیخ ویلي: د علم زده کړه او نورو ته ښودل په جهاد کې شامل دي او دا یې یو ډول دی، او وایي: د ذې الحجي میاشتې لس وروستۍ ورځې شپه او ورځ په عبادت کې تېرول له هغه جهاد څخه غوره دي چې په ځان او مال سره نه وي شوی، او له احمد څخه روایت دی: هیڅ شی د حج په څېر ندی، د هغه ستړتیا او مشاعرو له امله چې پکې دي او په هغه کې داسې یو صحنه ده چې په اسلام کې یې بیلګه نه لیدل کیږي: د عرفې نیمه پاتې ورځ او دا چې مالي او بدني دواړه ستړتیاوي پکې وي، او له ابو امامة څخه روایت دی وایي چې یو سړي له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو له عملونو څخه غوره دی؟ هغه وفرمایل: «روژه ونیسه، ځکه هیڅ شی یې په څېر نه شي کیدلی». دغه حديث احمد او نورو په حسن سند سره روايت کړی دی، شیخ ویلي: هر عمل ځانته په یو وخت کې غوره والی لري ځکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم او راشدینو خلفاوو د وخت، حال او مصلحت سره سم تر سره کړي دي، او په څېر یې د احمد قول دی: وګوره چې زړه دي کوم یو غواړي نو تر سره یې کړه، او احمد فکر کول پر لمانځه او صدقې غوره ګڼلي، نو لدې جوتیږي چې د زړه عمل د اندامونو له عمل څخه غوره دی. او د علماوو موخه هم د اندامونو عمل دی چې دا حدیث یې هم تاییدوي: «الله ته خوښ عملونه، د الله لپاره دوستي او دښمني کول دي». او دا حدیث: «د ایمان خورا مضبوطې کړۍ»

هغه نفلي لمونځونه چې زیات ټینګار پرې شوی د کسوف لمونځ، وتر او بیا د سهار سنت دي، بیا د ماښام سنت، بیا ورپسې د نورو وختو سنت لمونځونه دي، د وتر لمانځه وخت له ماخوستن څخه د سهار تر ختلو پورې دی، خو غوره ده چې د شپې په وروستۍ برخه کې وشي د هغه چا لپاره چې ډاډمن وي د شپې راپاڅېدلی شي، که نه نو له وېده کېدو څخه مخکې دې وکړي، لږ یې یو رکعت او ډیر یې یوولس رکعته دي، غوره دا ده چې په دوه رکعتونو سلام وګرځوي بیا ورپسې ځانته یو رکعت وکړي، که لدې پرته یې په بله طریقه وکړل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابته وي نو ښه ده، او تر ټولو کم پوره درې دي، او غوره ده چې په دوو سلامونو وشي خو په یو سلام یې کول هم جایز دي، او د ماښام د لمانځه په څېر هم جایز دي.(درې رکعته وتر د ماښام د لمانځه په شان کولو څخه منعه راغلې عن ابی هریرة عن النبی-صلی الله علیه و سلم-قال:لا توتروا بثلاث اوتروا بخمس او سبع ولاتشبهوا بصلاة المعرب)ابو هریره د رسول الله -صلی الله علیه و سلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:درې رکعته وتر مه کوئ پنځه او یا اوه رکعته وتر وکړئ او د ماښام د لمانځه په شان یې مه کوئ(درې رکعته)نیل الاوطار ج۳:ص۴۲

راتبه سنت لس رکعتونه دي او کول یې په کور کې غوره دي: دوه رکعته د ماسپښین له فرضو څخه مخکې او دوه ترې وروسته، دوه رکعته د ماښام له فرضو نه وروسته، دوه د ماخوستن له فرضو نه وروسته او د سهار دوه رکعته.

او د سهار سنت به لنډ کوي او په دواړو کې به د اخلاص سورت وایي، او یا به په لومړي کې د الله تعالی دا قول وايي:(لمړي رکعت کې سورة الکافرون او دوهم رکعت کې سورة الاخلاص ویل کیږي) { قولوا آمنا بالله وما أنزل إلينا } هغه آیت چې د البقرې په سورت کې دی او په دویم رکعت کې به: { قل يا أهل الكتاب تعالوا إلى كلمة سواء بيننا وبينكم } وایي او کولی شي په سپرلۍ د پاسه یې هم وکړي.

او د جمعې لپاره مخکې سنت نشته، او وروسته ورڅخه دوه او یا څلور رکعته کیږي، او د سنت پر ځای تحیة المسجد منل کیږي او جایز دي ورته چې د سنتو او فرض لمونځ تر منځه په خبرو کولو او یا ودریدلو سره جداوالی راولي، دلیل یې د معاویة حدیث دی، او له چا چې لدې څخه څه شی قضا شو نو ورته مستحب دي چې قضا یې راوړي، او د اذان او اقامت تر منځه نفل لمونځ مستحب دی.

او تراویح سنت دي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم کړي دي او په جماعت سره کول یې غوره دي، امام به پکې قراءت په جهر سره لولي، ځکه چې وروستیو له سلفو څخه رانقل کړي دي او په هرو دوو رکعتونو به سلام ګرځوي دلیل یې دا حدیث دی: «د شپې لمونځ دوه دوه رکعته دی» او وخت یې له ماخوستن څخه وروسته دی او سنت یې له وترو څخه مخکې کیږي، وتر د سهار تر راختلو پورې کیږي، خو وتر به د دوه رکعته سنتو څخه وروسته کوي، خو که چېرته یې تهجد کول نو وتر دې بیا وروسته ترې وکړي دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: «د شپې وروستی لمونځ مو وتر(تاق) وکړئ». که یې غوښتل چې وروسته تهجد وکړي او لمونځ یې د امام سره کاوه نو کله چې امام سلام وګرځوي دا دې پورته شي او بل رکعت دي ورسره یو ځای کړي، دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: «څوک چې له امام سره تر پایه پاتې شيد ټولې شپې قیام ورته لیکل کیږي» دا حدیث ترمذی صحیح ګڼلی دی.

د قرآن کریم حفظول په اجماع سره مستحب دي او دا له ټولو اذکارو غوره دی، او دومره اندازه حفظول یې واجب دي چې په لمانځه کې یې وېل واجب دي او ماشوم ته به یې سرپرست په زده کړې له پیل وړاندې ورښایې مګر دا چې ورته سخت وي او په هره اونۍ کې یې ختمول سنت دي او کله هم لدې نه په لږ وخت کې او د لوستلو ځنډول یې حرام دي که چېرته یې ویره درلوده چې ورڅخه به هېر شي، د قراءت په پیل کې به اعوذ با الله وایې او تل به هڅه کوي چې نیت یې ښه وي او هر هغه څه چې نیت یې خرابوي لرې دې کړي او په ژمي کې به ختم د شپې په لومړۍ برخه او په اوړي کې د ورځې په لومړۍ برخه کې کوي. طلحه بن مصرف ویلي: د دې امت غوره خلک مې ولیدل چې دا کار یې مستحب ګاڼه وییل به یې: کله چې د ورځې په سر کې ختم وکړي نو تر بیګا پرې ملایکې درود وایي او کله چې د شپې په سر کې ختم وکړي نو تر سبا پرې ملایکې درود وایي. دارمي له سعد بن أبی وقاص څخه روایت کړی دی، اسناد یې حسن دی. قران به په خوږ غږ او ترتیل سره لولي، او په خشوع او تدبر سره به یې لولي، د رحمت له آیت سره به له الله تعالی غوښتنه کوي، او د عذاب له آیت سره الله ته پناه وړي، کله یې چې د لمونځ کوونکو، ویدو خلکو او نورو تلاوت کوونکو په شتون کې لوسته نو په جهر به یې نه لولي تر څو یې آذار نه کړي، او کولی شي په ولاړه، ناسته، ملاسته، په سپرلۍ او یا د مزل کولو په حال کې یې تلاوت کړي. او په لاره لوستل او یا له وړې بې اودسۍ سره یې لوستل مکروه ندي، خو په ناپاکو ځایونو کې یې لوستل مکروه دي.همدا رنګه د تلاوت لپاره راغونډیدل او لوستونکي ته غوږ نیول مستحب دي، او هغه خبرې چې ګټه نه لري د تلاوت پر مهال به یې نه کوي، او د احمد په اند په تیزۍ (سرعت) سره یې لوستل مکروه دي، همدا رنګه یې په ترنم سره لوستل چې سندرو ته ورته وي مکروه ګڼلي، او د آیت تکراري لوستل مکروه ندي، او چا چې په قران کې خپله رایه وکاروله او یا یې بې علمه وینا وکړه؛ نو ځانته دې په اور کې ځای وټاکي، که په حقه وو هم خطا دی(د ړوند ګوزار دی).

بې اودسه ته جایز ندي چې مصحف په لاس کې واخلي، خو کولی شي د یو شي په واسطه یې راپورته کړي او یا هغه شی چې مصحف پکې ایښی وي راپورته یې کړي او یا په لستوڼي، او کولی شي چې په لرګي (ډکي) او یا کوم بل شي سره یې پاڼې واړوي، همدا رنګه تفسیر او هغه کتابونه چې د قرآن آیتونه پکې وي رااخستلی شي، او بې اودسه ته د مصحف لیکل او اجوره پرې اخستل جایز دي پرته لدې چې لاس یې ورسره ولګیږي، او جایز دي چې له وریښمو پوښ ورکړل شي، قران کریم ته شا اړول او یا طرف ته یې پښې غځول او داسې نور کارونه چې د قرآن کریم حرمت پکې تر پښو لاندې کیږي جایز ندي. او په سرو او سپینو زرو د مصحف سینګارول، د عشرونو(لسیزو)، د سورتونو نومونه، د آیتونو شمېر او داسې نور شیان چې د صحابه په وخت کې نه و؛ لیکل یې مکروه دي

او په نا پاکه شي د قرآن کریم لیکل او یا هغه کلمات چې د الله یاد پکې وي حرام دي، که چېرته پرې ولیکل شو نو وینځل یي واجب دي، کله چې مصحف د ډیرې کارونې له امله زیات زوړ شو چې نور د ګټې اخستلو نه و باید په یو محفوظ ځای کې خښ کړل شي، ځکه عثمان رضي الله عنه مصحفونه د قبر او منبر تر منځه ښخ کړل(سیرت خو د عثمان-رضی الله عنه- څخه نقل دي چې هغه کله په یو قرءت باندې مصحف ولیکه نو هغه حکم وکړ چې پدې قرءت به قران لولئ او نور مصاحف یې د مصلحت په بنا وسیزل).

د نفلي لمونځونو کول مطلقا په ټولو وختونو کې جایز دي، پرته له هغه وختونو چې منع ترې راغلې ده، او د شپې لمانځه ته هڅول شوي دي، او هغه د ورځې له لمانځه څخه غوره دی، او غوره ده چې له خوب کولو وروسته وشي، ځکه ناشئة اللیل همدې ته ویل کيږي چې سړی ورته له خوبه راپاڅیږي، نو کله چې راویښ شو الله دې یاد کړي او هغه څه دې ووایي چې رانقل شوي دي؛ چې ځنې یې دا دي: "لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير ، الحمد لله وسبحان الله ولا إله إلا الله والله أكبر ولا حول ولا قوة إلا بالله" بیا یې که وویل: اللهم اغفر لی، او یا یې دعا وکړه قبوله به شي، او که اودس او لمونځ یې وکړ نو لمونځ به یې قبول شي بیا به ووایي: الحمد لله الذی أحیانا بعد ما أماتنا و اِلیه النشور، لا ِاله اِلا أنت وحدک لا شریک لک سبحانک أستغفرک لذنبی وأسألک رحمتک. اللهم زدني علماً ولا تزغ قلبي بعد إذ هديتني وهب لي من لدنك رحمة إنك أنت الوهاب، الحمد لله الذي ردّ علي روحي وعافاني في جسدي وأذن لي بذكره. بیا به مسواک ووهي، نو کله چې لمانځه ته پاڅېده که یې غوښتل نو د فرضي لمانځه په څېر دې سبحانک اللهم ... ووایي او یا یې بل څه سره غوښتل چې پیل یې کړي لکه: (یا الله زمونږ ربه! ټول ثنا او ستاینه تا لره ده، ته د آسمانونو او د ځمکې پالونکی یې، او ستاینه او صفت تا ته دی، ته د آسمانونو او د زمکې او هغه څه چې په دې دواړو کې دي، رب (څښتن) یې، او ثنا او ستاینه تا ته دي، ته د آسمانونو او د ځمکې او د هغو څه چې په دې دواړو کې دي رڼا کونکی یې، ته حق یې، او ستا وینا هم حق (رښتیا) ده، او ستا ژمنه هم حق ده، او له تا سره مخامخ کېدل هم حق دي، او جنت هم حق دی، او اور (د جهنم) هم حق دی، او قیامت هم حق دی، یا الله! ما تاته غاړه اېښې ده، او پر تا مې ایمان رواړی، او پر تا مې توکل کړی، او تا ته مې جګړه دروړې، او پر تا فیصله کوم، نو ما ته بخښنه وکړه له هغو ګناهونو چې ما مخکې ګړي او وروسته رانه کېږي، او هغه چې ما پټ او ښکاره کړي، ته مخکې کوونکی او وروسته کوونکی ذات یې، نشته په حقه سره معبود پرته له تا، او له تا پرته بل څوک د عبادت وړ نشته). او که یې خوښه وه نور (لاندې الفاظ) دې هم ورزیات کړي. "اللهم رب جبريل وميكائيل وإسرافيل فاطر السموات والأرض عالم الغيب والشهادة أنت تحكم بين عبادك فيما كانوا فيه يختلفون اهدني لما اختلف فيه من الحق بإذنك إنك تهدي من تشاء إلى صراط مستقيم" ای د جبریل، میکائیل او اسرافیل ربه! د زمکې او آسمانونو پیدا کوونکیه، په پټو او ښکاره و خبر ذاته، ته پریکړه کوې د خپلو بندګانو تر منځه په هغه څه کې چې هغوی پکې یو له بل سره مخالفت لري، کله چې خلک ستا په اجازې سره حق ته درسیدو لپاره یو له بل سره مخالفت کوي نو ماته سمه لار راوښیه، په رښتیا ته نېغې لارې ته لار ښوونه کوې هغه چاته چې وغواړې.

او سنت طریقه دا ده چې د تهجدو پيل په دوو لنډو رکعتونو سره وکړي، د دې لپاره چې په دوامداره توګه یې وکړي، او کله چې ترې پاتې کیږي نو قضا یې راوړي.

او مستحب دي چې سهارني او بیګاني، د ویده کیدو او راپاڅېدو پرمهال، کور ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال او داسې نورو وختونو او ځایونو کې مسنون اذکار ووایي، او نفلي لمونځ په کور کې غوره دی، او باید چې ټینګار پرې وشي که چېرته هغه لمونځ و چې په جماعت سره نه کېده، حال دا چې څه خبره نشته که نفلي لمونځ په جماعت سره وشي پدې شرط چې عادت و نه ګرځول شي، او مستحب دي چې سهار مهال ډیر استغفار وویل شي، او که له چانه تهجد قضا شوي وي نو د ماسپښین له لمانځه څخه دې یې مخکې راوګرځوي، او په ملاسته د نفلو کول صحیح ندي.

او د څاښت لمونځ هم سنت دی، وخت یې د منع شوي وخت له پای ته رسیدو وروسته پيلیږي او له زوال څخه مخکې پای ته رسیږي، هغه وخت یې کول غوره ده چې لمر ښه راسور شي، او هغه دوه رکعته دي او که زیات شول نو ښه ده.

د استخارې لمونځ سنت دی، کله یې چې د یو کار کول غوښتل نو له فرضو نه پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي او بیا دې ووایي: "اللهم إني أستخيرك بعلمك وأستقدرك بقدرتك وأسألك من فضلك العظيم فإنك تقدر ولا أقدر وتعلم ولا أعلم وأنت علام الغيوب، اللهم إن كنت تعلم أن هذا الأمر - هغه کار چې دی یې غواړي دلته یې باید یادونه وکړي- خير لي في ديني ودنياي ومعاشي وعاقبة أمري ( عاجله وآجله ) فاقدره لي ويسره لي ثم بارك لي فيه وإن كنت تعلم أن هذا الأمر شر لي في ديني ودنياي ومعاشي وعاقبة أمري فاصرفه عني واصرفني عنه واقدر لي الخير حيث كان ثم رضني به." ای الله! زه له تانه مشوره او د خېر غوښتنه کوم، ستا له کامل او پوره علم او لوی قدرت څخه د پرېکړې غوښتنه کوم، او ستاد لوی فضل څخه ستا نه غواړم، بې له شکه چې ته په هر څه ځواکمن یې او زما هیڅ په وس پوره ندي، ته په هر څه ښه پوهېږې زه نه پوهیږم. ای الله! که ستا په علم کې وي چې دا کار زما لپاره په دنیا او اخرت کې ګټور دی نو راته یې غوره کړې، آسان او برکتي یې کړي، او که ستا په علم کې وي چې دا کار زما لپاره په دنیا او اخرت کې ګټور ندی نو له ما یې چپ کړې او په کوم کار کې چې زما لپاره خېر وي هر چېرې چې وي ما پرې ښاد او خوښ کړې. بیا دې مشوره وکړي، او د استخارې پر مهال باید د کولو او یا نه کولو هوډ و نه لري، (یعنې ټول واک او اختیار دې الله ته وسپاري).

تحیة المسجد او له اودس نه وروسته لمونځ کول ( او د ماښام او ماخوستن تر منځ و خت په عبادت تېرول) سنت دي. او د تلاوت سجده موکد سنت ده؛ واجب نده، دلیل یې د ابن عمر قول دی: چاچې سجده وکړه ثواب یې وشو او چا چې ونه کړه نو ګناه پرې نشته، په موطأ کې یې روایت کړی دی، دا سجده د هغه چا لپاره چې غوږ یې نیولی وي سنت ده. څوک چې په سپرلۍ و که مخ یې هر لورې ته و په اشاره دې سجده وکړي، روان به په زمکه د قبلې لورې ته سجده کوي او اوریدونکی به سجده نه کوي د هغه روایت له مخې چې له صحابه و څخه راغلی دی، ابن مسعود یو تلاوت کونکي هلک ته وویل: سجده وکړه ځکه چې ته زمونږ امام یې.

د هر نوي، ښکاره، عام او یا ځانګړې نعمت پر مهال د شکر سجده مستحب ده. او کله چې داسي یو څوک وګوري چې الله په دین او بدن کې امتحان کړی وي نو ودې وایې: الحمد لله الذی عافاني مما ابتلاک به و فضلني علی کثیر ممن خلق تفضیلا. ثنا او صفت الله لره دي؛ هغه ذات چې زه یې ژغورلی یم له هغه( مصیبت) څخه چې ته یې پرې اخته کړی یې، او په خپلو ډیرو مخلوقاتو یې غوره والی راکړی دی.

د نهي وختونه ( چې له لمانځه څخه پکې منع راغلې ده) پنځه دي: د سهار له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر راوخیژي، او کله چې لمر راوخیژې تر دې چې د یو غشي په اندازه پورته شي، کله چې لمر د اسمان په منځ وي تر دې چې زوال وکړي، او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته، تر دې چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي، او له هغه څخه وروسته تر دې چې ډوب شي، او د فرضي لمونځونو قضا راوړل پدې وختونو کې جایز دي، د نذر پر ځای کول، د طواف دوه رکعته، او د جماعت راګرځول کله چې ودریږي او دی په جومات کې وي ، او د جنازې لمونځ په دواړو اوږدو وختونو کې کیږي.

دا باب د جماعت (جمعې)د لمانځه په اړه دی.

د جماعت لپاره لږ تر لږه د دوه نفرو شتون شرط دی، پرته د جُمعې او اختر له لمونځونو څخه، حکم یې په ټولو واجب دی، که د سفر او یا اقامت په حالت کې وي آن که د ویرې په حالت کې هم وي، الله تعالی فرمایلي: [کله چې د مسلمانانو په منځ کې او دجنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وې] ایت. په جماعت سره لمونځ کول د منفرد په پرتله اوه ویشت درجې فضیلت لري، او جماعت په مسجد کې اداء کیږي. عتیق ( ازاد د امامت لپاره د مریي په پرتله) غوره دی، همدا رنګه هغه جماعت غوره دی چې د لمونځ کوونکو شمېر پکې زیات وي همدارنګه چې مسجد په لرې واټن کې وي، د رسمي امام په شتون کې به څوک د جماعت لپاره پرته د امام له اجازې څخه نه مخکې کیږي، مګر دا چې ناوخته کړي نو بیا مخکې کېدل مکروه ندي، دلیل یې د أبو بکر او عبد الرحمن بن عوف عمل دی. کله چې لمونځ ودریده نو په نفلو ودریدل جایز ندي، او که چیرته جماعت ودریده او دی په نفلو کې و نو پوره دې کړي خو لنډ به یې کوي، چا چې له امام سره یو رکعت لاندې کړ؛ جماعت یې لاندې کړی دی، جماعت د امام سره په رکوع لاندې کولو لاندې کیږي، او تحریمه تکبیر د رکوع د تکبیر ځای نیسي دلیل یې د زید بن ثابت او ابن عمر عمل دی او له صحابه کرامو څخه د دوی دواړو مخالفت هیچا ندی کړی. او د دواړو تکبیرونو راوړل غوره او د هغه چا له مخالفت نه د وتلو غوره لار ده چې واجب یې ګڼي، که چیرته له امام سره د رکوع نه وروسته یو ځای شو نو رکعت یې ندی نیولی او د امام متابعت پرې لازم دی، د هغه چا رکعتونه چې پاتې وي تر هغه به نه پورته کیږي تر څو چې امام دواړو لورو ته سلام نه وي ګرځولی، که چېرته یې امام د سهوې د سجدې پر مهال لاندې کړ، نو ندي ورسره یو ځای کیږي او که چېرته ترې جماعت تللی و نو ورته مستحب دی چې لمونځ ورسره وکړي، دلیل یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: "من يتصدق على هذا فيصلي معه" پر ده به څوک صدقه وکړي چې لمونځ ورسره وکړي. پر مقتدي د قراءت وېل واجب ندي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: {وإذا قريء القرآن فاستمعوا له و أنصتوا لعلكم ترحمون}.او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي. احمد ویلي: پدې د ټولو اجماع ده چې دا آیت د لمانځه په اړه نازل شوی. په خفیه لمونځونو کې د قراءت لوستل د صحابه کرامو او تابعینو ډیری علماووپه اند سنت دي، دوی پدي اند دي چې په خفیه لمونځونو کې د امام پسې قراءت وېل شته د هغه چا خلاف چې لوستل یې واجب ګڼي او پدې سره اختلاف هم له منځه ځي، مګر د دلایلو پر اساس یې پریږدو هغه مهال چې امام لمونځ په جهر کوي، او د جماعت لمانځه پر افعالو به له امام څخه وروسته پيل کوي پرته لدې چې وروسته ورڅخه پاتې شي، او یو ځای ورسره ښکته پورته کېدل مکروه دي، او ورڅخه مخکې کېدل حرام دي، که چېرته یې سهواً ورڅخه مخکې رکوع او یا سجده وکړله بېرته دې راوګرځي او له امام پسې دې ادا کړي او که چېرته یې له پوهې سره بیا هم دا کار ونه کړ لمونځ یې باطل شو ، او که له امام څخه د عذر له امله په یو رکن کې وروسته پاتې شو نو مثال یې لکه پر امام د مخکې کېدونکي په څېر دی، او که چیرته د عذر له امله و لکه: خوب، بې پروایي او یا د امام د عجلې له امله نو رکن دې ادا کړي او بیا دې امام لاندې کړي، او که د عذر له امله ترې یو رکعت وروسته پاتې شو نو په نور لمانځه کې دې د امام متابعت وکړي او پاتې شوی رکعت دې د امام له سلام څخه وروسته راوګرځوي، او که چېرته داسې څه راپېښ شول چې له امله یې ځنې مقتدیان لمونځ پرېښودلو ته اړ کیږي نو ورته پکار دي چې لمونځ لنډ کړي، خو په دومره چټکۍ سره یې کول چې نور مقتدیان ورپسې رسیدنه و نه کړلای شي مکروه عمل دی.

د دویم رکعت په پرتله په لومړي رکعت کې قراءت اوږدول سنت دي، او امام ته مستحب دي چې ځنډ وکړي تر څو رکعت نیوونکي رکعت راونیسي، خو پدې شرط چې دا کار په مقتدیانو سخت تمام نه شي.

د امامت لپاره لومړیتوب هغه څوک لري چې قران ښه لوستلی شي. او دا چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ولې ابو بکر صدیق د أُبی او معاذ په شتون کې امامت ته مخکې کړ سره لدې چې هغوی ترې په قراءت کې زیات مهارت درلوده نو دا د دې لپاره تر څو هغوی ته وروښایي چې هغه د لوی امامت لپاره هم لومړیتوب لري، او نورو ویلي: د دې وینا سره چې د خلکو امامت دې د قرآن ښه لوستونکي وکړي، که چېرته په قراءت کې سره برابر وو نو بیا دې په سنت ډیر پوه امامت وکړي، نو هغه پدې پوه وو چې ابوبکر تر ټولو ښه قران لوستونکی او په سنتو تر ټولو ښه پوه و، ځکه هغوی به تر هغه نور آیتونه نه زده کول تر څو به چې د زده شوو آیتونو پر معنا پوه نه شول او تر څو به یې چې عمل پرې نه و کړی لکه څرنګه چې ابن مسعود وایي: په مونږ کې به چې چا لس آیتونه زده کړل نورو ته به نه اوښته تر څو به یې چې د هغوی معنا نه وه زده کړې او عمل به یې پرې نه و کړی او د مسلم مرفوع روایت دی له ابو مسعود البدری څخه. (يؤم القوم أقرؤهم لكتاب الله فإن كانوا في القراءة سواء فأعلمهم بالسنة فإن كانوا في السنة سواء فأقدمهم هجرة فإن كانوا في الهجرة سواء فأقدمهم سناً) د خلکو امامت به د قرآن غوره لوستونکی کوي، که چېرته په قراءت کې سره برابر وو نو پر سنتو پوه به یې کوي، که چېرته پر سنتو پوهه کې سره برابر وو نو بیا به یې په هجرت کې مخکښ کوي، که چېرته په هجرت کې سره هم برابر وو نو بیا به یې د ډیر عمر والا کوي).

او هیڅوک به د چا په کور کې امامت او د هغه پر ځای کېناستل نه کوي پرته د هغه له اجازې څخه، او په صحیحینو کې راغلي: «ستاسو تر منځه به مو ستر امامت کوي». او د أبو مسعود په ځینو الفاظو کې راغلي: «که چیرته سره په هجرت کې برابر وو نو په اسلام کې مخکښ باید امامت ته وړاندې شي».

چا چې په اجوره امامت وکړ لمونځ نه ورپسې کیږی، ابو داود ویلي، له احمد څخه د هغه امام په اړه پوښتنه وشوه چې وایي: روژه کې به درله په دومره او دومره امامت کوم نو ویې ېل: له الله څخه بخښنه غواړم ، او څوک به وي چې د ده تر شا لمونځ وکړي؟!. او څوک چې ودریدلی نه شي تر شا یې لمونځ نه کیږي مګر دا چې د کلي امام وي - او هغه د مسجد رسمي امام دی چې کله معیوب شو نو تر شا به یې لمونځ کوي، او کله چې امام لمونځ وکړ او بې اودسه و او یا پرې پلیتي نښتې وه او د لمانځه وروسته پرې پوه شو، نو مقتدیان به لمونځ نه راګرځوي خو امام به یې یوازې راګرځوی، او مکروه دي چې د داسي یو قوم امامت وشي چې ډیری خلک یې په حقه سره بد ګڼی او هغه مقتدي چې اودس یې کړی وي ورته جایز دي د هغه چا پسې لمونځ وکړي چې تیمم یې وهلی وي.

سنت دا دی چې مقتدیان د امام شاته ودریږي، دلیل یې د جابر او جبار حدیث دی کله چې دوی دواړه د هغه ښي او چپ طرف ته ودریدل نو دواړه یې د لاسونو څخه ونیول او شاته یې ودرول. (دا حديث) مسلم روايت کړی دی او دا چې ابن مسعود د علقمة او الأسود تر منځه ولې په لمانځه کې ولاړ و جواب یې ابن سیرین داسې کړی چې هلته ځای تنګ و. که چېرته مقتدي یو تن و نو د امام ښي لاس ته دې ودریږي، او که یې چپ لاس ته ودریده نو ښي لورې ته دې راتاو کړي او پدې سره یې تحریمه تکبیر نه باطلیږي، که چیرته مقتدیان یو نارینه او بل ښځه وو نو نارینه دې ښي لاس او ښځه دې شاته ودریږي، دلیل یې د مسلم په روایت د أنس حدیث دی او دا غوره ده چې صف امام ته نږدې وي همدارنګه غوره ده چې ټول صفونه یو بل ته نږدې وي او امام باید د صف د منځ په برابرۍ ودریږي.دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - قول دی: «امام منځ ته کړئ او تش ځایونه بند کړئ» او په کوچني سره صف جوړول صحیح دي، دلیل یې د أنس قول دی: زه او یتیم یې تر شا په صف کې ودریدلو او بوډۍ زمونږ تر شا ودریده، او که جلا یې لمونځ وکړ نه صحیح کیږي، او که چېرته مقتدي ته امام او یا ورپسې صفونه ښکاریږي لمونځ یې سم دی اګر که صفونه یو د بل پسې متصل نه وي، همدارنګه که یو هم و نه ویني او تکبیر واوري، ځکه د تکبیر په اوریدلو سره ورپسې اقتدا کول امکان لري، نو ګویا داسي به وي لکه چې ګوري یې، خو که چیرته یې تر منځه لار وه او صفونه یو له بل څخه بېلېدل نو لمونځ یې نه صحیح کیږي، خو د الموفق ابن قدامه او نورو ټاکنه دا ده چې د صفونو په قطع کېدو سره د اقتدا مخنیوی نه کیږي او په دې اړه کوم دلیل او یا اجماع نشته.

او مکروه عمل دی چې امام له مقتدیانو څخه پورته (جګ) ودریږي، ابن مسعود حذیفه ته وویل: آیا خبر نه وې چې هغوی به لدې څخه منع کوله؟ ویې وېل: ولې نه. شافعي د ثقه راویانو په اسناد سره روایت کړی دی. او د ممبر د پاټکي په اندازه په لږ پورته ودریدو کې کومه خبره نشته، دلیل یې د سهل حدیث دی چې هغه صلی الله علیه وسلم په منبر په لمانځه ودریده بیا د سجدې لپاره په شا لاندې راکوز شو او سجده یې وکړه، الحدیث او د متقدي په پورته ودریدو کې کومه خبره نشته، ځکه ابو هریرة د جومات په سر د امام پسې لمونځ وکړ، شافعي روایت کړی دی. او د فرض لمانځه پسې ځای پر ځای د امام لپاره د نفلو کول مکروه دي، دلیل یې د المغیره حدیث دی په مرفوع روایت سره چې ابو داود روایت کړی دی خو احمد ویلي: دا حدیث پرته له علي څخه له بل چا نه پیژنم، همدا رنګه مقتدي به له امام څخه مخکې نه رخصتیږي دلیل یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: "زما څخه په رکوع، سجده او رخصتیدو کې مه مخکې کیږئ" او له امام څخه پرته د بل چا لپاره په جومات کې د یو ځانګړي ځای ټاکل چې پرته له هغه ځایه په بل ځای کې فرض لمونځ نه کوي مکروه عمل دی ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلي ده چې یو څوک دې د اوښ په څېر یو ټاکلی ځای ناستی ځانته وټاکي.

او د جُمعې او جماعت پرېښودلو کې هغه څوک معذور ګنل کیږي چې ناروغ وي، د مال په ضایع کېدو ویریږي او یا دا چې د مال په ساتلو ګمارل شوی وي، ځکه هغه سختي چې لدې امله ورسره مخ کیږي زیاته ده لدې چې جامې یې په باران سره لمدې شي چې هغه بیا په اتفاق سره عذر دی؛ دلیل یې د عمر قول دی: چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم به د سفر پر مهال په سړه(یخه) او یا بارانۍ شپه کې خلکو ته لمانځه ته د بلنې پر مهال ووېل: صلوا فی رحالکم، یعنې په خپلو استوګنځایونو کې لمونځونه وکړئ، دا حدیث دواړو (بخاري او مسلم) تخریج کړی دی، او دواړه له ابن عباس څخه روایتوي چې هغه صلی الله علیه وسلم خپل مؤذن ته د جمعې په ورځ چې باراني ورځ وه وویل: " کله دې چې أشهدُ أن محمداً رسول الله وویل: نو ورپسې داسې مه وایه چې: حیَّ علی الصلاة،( یعنې لمانځه ته راشئ) بلکه ووایه: صلوا فی بیوتکم:یعنې په کورونو کې لمونځونه وکړئ" نو لکه خلکو چې دا خبره ښه و نه ګڼله، نو ویې وېل: دا کار زما څخه غوره چا؛ - یعنې رسول الله صلی الله علیه وسلم - کړی دی او ما بده وګڼله چې تاسې په خټو او چکړو کې له کورونو راوباسم. همدا رنګه جومات ته د هغه چا راتګ چې هوږه او یا پياز یې خوړلی وي مکروه دي، آن که په مسجد کې هیڅوک هم نه وي، ځکه په بد بویۍ سره پریښتې ازاریږي.

(دا باب د عذر د خاوندانو د لمانځه په اړه دی)

پر ناروغ واجب دي چې فرض لمونځ په ولاړه وکړي، دلیل یې د عمران حدیث دی ((په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولی نو په ناسته یې وکړه، که دې نشو کولی نو په اړخ (ملاسته) یې وکړه)). دا حدیث امام بخاري روايت کړی دی. نسائي دا الفاظ ورزیات کړي دي ( که دې نشو کولی نو، ستوني ستاق یې وکړه) او د رکوع او سجدې لپاره به د توان په اندازه په سر سره اشاره کوي، دلیل یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا قول دی: (کله مې چې په یو کار درته امر وکړ، نو څومره چې ترې کولی شئ ویې کړئ)

همدا رنګه کله چې د باران، خټو او چکړو له امله د ککړیدو ویره وه نو پر سپرلۍ د پاسه چې ولاړه او یا روانه وي فرض لمونځ کیږي؛ دلیل یې د یعلی بن أمیة حدیث دی چې ترمذي روایت کړي او ویلي دي: پدې حدیث د اهل علمو په اند عمل کیږي.

مسافر به په ځانګړې توګه څلور رکعتي لمونځ لنډوي، او ورته روا دي چې په رمضان کې بوزه شي، خو که د مقیم پسې یې جماعت کاوه نو لمونځ به پوره کوي. او که چیرته د خپل ضرورت په خاطر استوګن شو او د ټاکلي اقامت نیت یې نه درلوده او پدې هم نه پوهېده چې کارونه به یې کله خلاص شي، یا دا چې باران او یا هم ناروغۍ ایسار کړ، نو تل به قصر کوي. او د سفر اړوند حکمونه څلور دي: قصر(لمونځ لنډول)، جمع(دوه وخته لمونځونه یو ځای کول)، مسحه کول، فطر(بوزه کېدل)

او د مسافر لپاره په یو وخت کې د ماسپښین او مازدیګر، همدارنګه د ماښام او ماخوستن لمونځونه یو ځای کول روا دي(د دواړو لونځونو څخه د یو لمانځ په وخت کې مثلا و ماسپښین د لمانځه په وخت کې مازدیګر ورسره یوځای کړې او بالعکس همدا شان د ماښام د لمونځ سره ماخوستن وکړې او بالعکس-جمع التقدیم و التاخیر-). خو پرېښودل یې غوره دي، پرته له هغو کسانو چې په عرفه او مزدلفه کې لمونځونه یو ځای کوي، او پرته له هغه ناروغ څخه چې په نه کولو ورته مشقت او سختي ورپېښېږي، ځکه پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - پرته له ویرې او سفر څخه لمونځونه جمع کړي دي، همدا رنګه د مستحاضې لپاره چې یو ډول ناروغي ده د لمونځونو یو ځای کول ثابت دي. د احمد دلیل دا دی چې ناروغي له سفر څخه سخته ده او ویلي یې دي: د لمونځونو یو ځای کول د اقامت په حالت کې د اړتیا او یا بوختیا له امله وي او وایي: پېغمبر صلی الله علیه وسلم صلاة الخوف(د ویرې لمونځ ) په شپږو او یا اوو طریقو روا کړی او ټولې جالز دې، او د سهل حدیث چې دی نو زه یې انتخابوم. او هغه د ذات الرقاع لمونځ دی یوه ډله ورسره ودرېدله او بله ډله د دښمن لورې ته شوه، نو هغه چې ورسره وه یو رکعت لمونځ یې پرې وکړ، خپله ولاړ پاتې شو، او هغوی شاته خپل لمونځ پوره کړ، بیا وګرځېدل او د دښمن لورې ته صف شول، هغه بله ډله راغله او پاتې رکعت یې له هغوی سره وکړ بیا همداسې ناست پاتې شو، شاته خلکو خپل پاتې لمونځ پوره کړ بیا ورسره یو ځای شول او ورسره یې سلام وګرځاوه. دا حدیث متفق علیه دی، او دا هم روا دی چې هرې ډلې ته په جماعت سره جلا جلا لمونځ ورکړي او سلام وګرځوي. دا حدیث امام احمد، ابو داود او ترمذي روایت کړی. پدې لمانځه کې د وسلې اخستل مستحب دی، دلیل یې د الله تعالی قول دی: [او خپلې وسلې دې واخلي] او که وېل شوي و چې واجب دي نو دلیل به یې درلوده، د الله تعالی د دې قول له وجهې: {او په تاسو څه ګناه نشته که تاسو ته د باران له امله ضرر رسيږي او یا ناروغه ياست چې خپلې وسلې کېږدئ}. او کله چې وېره ډېره شي، نو په پیاده او سواره لمونځ کوئ، قبلې ته مخامخ کېږئ او که نه ورته مخامخ کېږي، ځکه الله تعالی فرمایي: [که چېرته وېرېدئ نو پیاده او سپرلۍ باندې (لمونځ) وکړئ] د توان په اندازه به اشاره کوي، او سجده به د رکوع په پرتله لږه ټېټه وي، او که د امام متابعت نا ممکن وو نو جماعت کول ورته روا ندي.

(باب دی په بیان د جمعې د لمانځه کې)

هغه (د جمعې لمونځ) په هر مسلمان، بالغ، عاقل، نر، آزاد، پداسې یو ځای کې استوګن چې ټول ځای په یو نوم یادیږي(کلی) فرض عین دی، او که داسې څوک ورته حاضر شو چې واجب پرې ندی هم ورڅخه منل کیږي، که یو رکعت یې راونیوه د جمعې لمونځ دې پوره کړي کنه د ماسپښین دې پوره کړي، او باید دوه خطبې ترې وړاندې وویل شي، پدې خطبو کې به د الله تعالی حمد او ثنا، دوه د شهادت کلمې، پر داسې څه وصیت چې زړونه ورېږدوي کوی او همدې ته خطبه ویل کیږي، یا به پر منبر او یا جګ ځای خطبه کوي، او کله چې خطبې ته راوځي او خلکو ته مخ کړي نو پر مقتدیانو به سلام اچوي، بیا به د اذان تر وخته پورې کېني، دلیل یې د أبو داود په روایت د ابن عمر حدیث دی. او د دوه و خطبو تر منځ به لنډه ناسته کوي لکه په صحیحینو کې چې د ابن عمر په حدیث کې راغلي، خطبه به په ولاړه کوي ځکه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم کړې ده، او مخې ته به ګوري او خطبه به لنډه کوي. د جمعې لمونځ دوه رکعته دی، قراءت به پکې په جهر سره لولي، په لومړي رکعت کې به الجمعه او په دویم کې به المنافقون سورتونه وایي، او یا به سبح اسم ربک الأعلی او الغاشیة سورتونه وایي پدې ټولو کې صحیح احادیث شته، د جمعې د ورځې د سهار په لمانځه کې به الم السجده او د الِانسان سورتونه وایي، او په دوامداره توګه د دې کار کول مکروه دي. او که اختر د جمعې په ورځ و د جمعې لمونځ له هغو ټولو ساقط شو چې د اختر لمانځه کې حاضر وو پرته له امام څخه چې له هغه نه جمعه نه ساقطیږي.

د جمعې له لمانځه څخه وروسته سنت دوه رکعته او یا څلور رکعته دي، او مخکې ترې سنت نشته، بلکه د نفلو کول مستحب دي څومره چې وغواړي، غسل کول، مسواک وهل او خوشبویي لګول ورته سنت دي او تر ټولو ښایسته جامې به اغوندي، او باید پيادل وختي جومات ته لاړ شي، او د دویم اذان په اوریدلو سره جومات لورې ته په خشوع او عاجزۍ سره خوځېدل واجب دي او امام ته به نږدې کېني، په دغه ورځ باید زیاته دعا وکړي پدې هیله چې د قبلیدو له وخت سره سمون وخوري، ډیره هېلمندي شته چې د قبلیدو وخت د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته د ورځې وروستۍ شیبه وي، نو د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته دې په طهارت سره د ماښام لمانځه ته انتظار وباسي نو دی به د لمونځ کوونکي حکم ولري. د جمعې د شپې او ورځې پر مهال به پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم زیات درود وایي، د خلکو په اوږو اوړېدل مکروه دي مګر دا چې خالي ځای یې ولیده او پرته لدې چې پر اوږو واوړي بله لار نلري، او بل څوک به له ځای څخه نه پاڅوي تر څو خپله پکې کېني آن که مریی او یا زوی یې هم وي، څوک چې جومات ته ننوت او امام خطبه کوله نو نه به کیني تر دې چې دوه رکعته لنډ لمونځ وکړي، د امام د خطبې پر مهال به خبرې او ساعت تیري نه کوي، دلیل یې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: «چا چې تېږو کې لاس وواهه نو عبث کار یې وکړ». دا حدیث ترمذي صحیح ګڼلی، او څوک چې خوب ویوړ له یو ځای څخه دې بل ځای ته لاړ شي، ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم پدې امر کړی دی.

(دا باب داخترونو د لمونځونو په اړه دی)

که چېرته له زوال څخه وروسته پوه شو چې اختر دی، نو سبا ته دې خلک عیدګاه ته وباسي او لمونځ دې پرې وکړي، د لوی اختر لمونځ وختي او د کمکي اختر لمونځ ناوخته کول سنت دي، همدا رنګه د کمکي اختر لمانځه ته له وتلو وړاندې تاق عدد خرما خوړل سنت دي او په لوی اختر کې به تر هغه څه شی نه خوري تر څو یې چې لمونځ نه وي کړی، په کومه لار چې د اختر لمانځه ته تللی په بله لار به بیرته راګرځي، او سنت دي چې په نږدې بیدیا(صحرا) کې وشي، دوه رکعته لمونځ به کوي، (په لومړي رکعت به )تحریمه تکبیر وایي بیا به ورپسې شپږ تکبیرونه کوي او په دویم رکعت کې به پنځه تکبیرونه کوي د هر تکبیر سره به لاسونه پورته کوي او سبح اسم ربک الأعلی او الغاشیة سورتونه به پکې لولي، کله چې وزګار شو خطبه به وایي، نه به ورڅخه مخکي او نه هم وروسته نفل لمونځ کوي. په اخترونو کې د تکبیرونو وېل سنت دي، په جوماتونو او لارو کې به یې په ښکاره وایي، او په کلو او بانډو کې به یې په جهر سره وایي، او د اختر په دوو شپو کې به پرې ډیر ټینګار کوي او کله چې د اختر لمانځه ته وځي او د ذی الحجې د میاشتې په لسیزه کې به په مطلقو تکبیرونو په لومړۍ ورځ څاښت مهال پيل کوي او مقید تکبیرونه به د عرفي په ورځ د سهار له لمانځه څخه وروسته پيلوي او د تشریق د وروستۍ ورځې تر مازدیګره پورې به یې وایي، او سنت دي چې د ذي الحجې په لسو ورځو کې د نیکو عملونو په تر سره کولو کې زیات زیار وویستل شي.

(باب دی په بیان د لمر د بې نوره کیدلو پر مهال لمونځ کولو کې)

وخت یې له کسوف څخه پیلیږي تر دې چې روښانه شي، کول یې مؤکد سنت دي؛ په سفر او اقامت دواړو کې کیږي تر دې چې ښځې به یې هم کوي، د الله یادول، دعا، استغفار، د مریي ازادول او صدقه ورکول پکې سنت دي، کله چې لمونځ وشو او لمر/سپوږمي نه و روښانه شوی دویم ځل لمونځ نه کیږي، بلکه الله به یادوي، توبې به وباسي تر دې چې روښانه شي، او خلک ورته پدې الفاظو سره رابلل کیږي ( الصلاة جامعة ). دا لمونځ دوه رکعته په جهر سره کیږي، پدې که به قراءت، رکوع او سجده اوږدوي، په هر رکعت کې دوه رکوع ګانې کیږي خو د دویمه رکوع به د اولې په پرتله لنډه وي، بیا به تشهد وایي او سلام به ګرځوي، که چیرته روښانه شول نو رکعتونه دي لنډ کړي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې وینا د وجې: *نو لمونځ او دعا وکړئ تر دې چې هغه څه درڅخه لرې شي چې درباندي راغلي».

(باب دی په بیان د باران د لمانځه کې).

د استسقاء لمونځ په اقامت او سفر کې مؤکد سنت دی، او طریقه یې د اختر د لمانځه په څېر ده، او سنت دي چې باید د ورځې په لومړۍ برخه کې وشي، دې لمانځه ته به په ،خشوع، عاجزۍ او مات زړه سره وځي، دلیل یې د ابن عباس حدیث دی چې ترمذی صحیح ګڼلی دی، (امام) به خلکو ته لمونځ ورکړي بیا به یوه خطبه ووایي او زیات استغفار به پکې وایي، زیاته دعا به کوي او دواړه لاسونه به د دعا پر مهال پورته کوي او وایې به: اللهم اسقنا غيثاً مغيثاً هنيئاً مريئاً مريعاً غدقاً مجللا سحاً عاماً طبقاً دائماً نافعاً غير ضار عاجلا غير آجل ، اللهم أسق عبادك وبهائمك وانشر رحمتك وأحيي بلدك الميت اللهم أسقنا الغيث ولا تجعلنا من القانطين ، اللهم سقيا رحمة لا سقيا عذاب ولا بلاء ولا هدم ولا غرق، اللهم إن بالعباد والبلاد من اللأواء والجهد والضنك ما لا نشكوه إلا إليك : "اللهم أنبت لنا الزرع ، وأدر لنا الضرع وأسقنا من بركات السماء وأنزل علينا من بركاتك اللهم إنا نستغفرك إنك كنت غفاراً فأرسل السماء علينا مدراراً" او مستحب دي چې د دعا پر مهال قبلې ته مخ کړي، بیا به څادر په څټ کړي داسې چې ښی به چپ او چپ طرف به یې ښي طرف ته واړوي، ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم خلکو ته شا واړوله، مخ یې قبلې ته کړ بیا یې څادر په څټ کړ، دا حدیث متفق علیه دی. او قبلې ته د مخ اړولو پر مهال به خفیه دعا کوي، که چېرته خلکو د لمانځه پسې یې د باران دعا وغوښته او یا د جمعې د په خطبه کې نو په سنت یې عمل کړی دی. او مستحب دي چې د باران په لومړیو شیبو کې ودریږي؛ خپل د کور سامان او خپلې جامې وباسي تر څو پرې باران ووریږي، بیا به درې ته ووځي چې کله اوبه وبهېدې او اودس به وکړي او کله چې باران وګوري نو ودې وایي: "اللهم صيباً نافعاً" ای الله! ګټور باران یې وګرځوې. او کله چې اوبه زیاتې شوې او د باران د زیاتېدو ویره پيدا شوه، مستحب دي چې ووایي: ( اللهم حوالينا ولا علينا اللهم على الظراب والآكام وبطون الأودية ومنابت الشجر )ای الله زمونږ څخه یې واړوه په مونږ یې بس کړه په کندوږ او ډیرکیو او خوړونو او د شینکو په ځیونو یې ووروه او د باران د وریدو پر مهال به دعا کوي او وایي به: مطرنا بفضل الله ورحمته، او کله چې وریځ وګوري او یا باد راوالوځي نو د الله نه دې د هغه د خیر سوال وکړي او له شر څخه دې پناه وغواړي، او باد ته کنځل کول جایز ندي، بلکه داسې به وایي: اللهم إني أسألك من خير هذه الريح وخير ما فيها وخير ما أرسلت به وأعوذ بك من شرها وشر ما فيها وشر ما أرسلت به اللهم اجعلها رحمة ولا تجعلها عذاباً ، اللهم اجعلها رياحاً ولا تجعلها ريحاً ، او کله چې د برښنا او تندر غږونه واوري نو وایي به: اللهم لا تقتلنا بغضبك ولا تهلكنا بعذابك وعافنا قبل ذلك سبحان من سبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته، او کله چې د خره هنګا او د سپې غپا واوري نو اعوذ بالله من الشیطان الرجیم دي ووایي، او کله چې د چرګ اذان واوري نو د الله تعالی څخه دې د هغه د فضل سوال وکړي.(اللهم انی اسالک من قضلک) دې ووایې

(دا باب د جنازو په اړه دی)

په اتفاق سره درملنه روا ده او دا کار د توکل سره په ټکر کې ندی، داغل مکروه دي او پرهېز کول مستحب عمل دی، او په حرامو شیانو سره علاج کول ناروا دي که هغه د خوراک په ډول وي او که د څښاک او که یا ناروا اوازونه وي (لکه سندرې وغیره)، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې وینا له وجې: «په حرامو سره درملنه مه کوئ» بندونه حرام دي، او هغه عبارت له تعویذ او یا سورۍ شوې مرۍ څخه دي چې په غاړه کې اچول کیږي، د مرګ زیات یادول او چمتوالی نیول ورته پکار دي، او د ناروغ پوښتنه کول، او که ناروغ د خپلې ناروغتیا په اړه خلکو ته څه وایې کومه خبره نده خو شکایت به نه کوي وروسته لدې چې د الله تعالی ثنا یاده کړي، او الله ته صبر کول لازم دي، الله تعالی ته شکایت کول د صبر سره په ټکر کې عمل ندی، بلکه انسان باید دا کار وکړي او باید په الله تعالی نیک ګمان وکړي، او د مرګ هیله به نه کوي د هغې ناروغتیا له امله چې پرې راغلې ده، او څوک چې د مریض پوښتنې ته ځي د روغتیا دعا به ورته کوي، او که چېرته یې ځنکدن و نو مستحب ده چې "لا إله إلا الله" ورته تلقین شي، او قبلې ته یې مخ شي، کله چې وفات شو باید سترګي پرې پټي شي، او کورنۍ به یې پرته له نیکو ویناوو بل څه نه وایي، ځکه پرښتې پر هغه څه آمین وایي چې دوی یې وایي، بیا به په یوې تکې سره پټ کړای شي، او د قرضونو په خلاصولو یې باید تلوار وشي، او غاړه یې خلاصه شي، که نذر او یا کفاره پرې پاتې وي باید ترې ادا شي، دلیل یې دا قول د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دی: «د بنده روح د هغه له قرض سره تړلی وي تر دې چې ترې ادا کړی شي» ترمذي حسن بللی دی. او سنت دي چې په چمتو کولو یې تلوار وشي، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی: «پکار نده چې د مسلمان جسد یې د کورنۍ تر منځ وځنډیږي» (دا حديث) ابوداود روايت کړی دی او نعی مکروه ده او هغه یې د مرګ اعلانول دي

مړي ته غسل ورکول، جنازه پرې کول، بارول، کفن ورکول او د قبلې لورې ته یې خښول فرض کفایي دي، او په دې کړنو د اجورې اخستل مکروه دي، او همدا رنګه له اړتیا پرته له خپل کلي نه بل ته د جنازې وړل هم مکروه دي، او سنت دي چې مړي ته غسل ورکوونکی لومړی د اودس په غړو پیل وکړي او لومړی یې ښي اړخونه ومینځي، هر غړی به درې او یا پنځه ځلې وینځي او یو ځل هم بسنه کوي، که چېرته حمل له څلورو میاشتو زیات و او ولویده غسل ورکول کیږي او جنازه پرې کیږي، دلیل یې د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی: «په (سقط) غورځیدلي لمونځ کیږي او مور او پلار ته یې د بخښنې او رحمت دعا غوښتل کیږي» ترمذي صحیح بللی او لفظ یې داسې دی: (او په کوچني لمونځ کیږي) چاته چې د اوبو د نشتون له کبله د غسل ورکول نه کېدل نو تیمم دې ورته ووهل شي، او کفن ورکولو کې واجب دي چې باید ټول بدن یې پټ شي، که چېرته یې بسنه نه کوله، عورت دې پټ کړای شي او بیا دې سر او خوا او شا پټ کړي او پاتې جسد دې په غوړګو او پاڼو سره پټ کړي، او د جنازې پر مهال به امام د نارینه مړي د سینې او ښځینه مړي منځ ته برابر ودریږي او تکبیر به ووایي؛ فاتحه به ولولي بیا به تکبیر ووایي او په نبی صلی الله علیه وسلم به درود ووایي بیا به تکبیر ووایي او مړي ته به دعا وکړي او بیا به څلورم تکبیر ووایي او له لږ ځنډ وروسته به ښي لور ته سلام وګرځوي او د هر تکبیر سره به لاسونه پورته کوي، او پخپل ځای به پاتې شي تر دې چې پورته شي، دا له عمر څخه روایت شوي دي، او چا چې جنازه کې ګډون نه وي کړی ورته مستحب دي چې بیا پرې جنازه وکړي او له خښولو څخه وروسته یې پر قبر جنازه وکړي اګر که یو ټولی د خلکو هم وي دا کار تر یوې میاشتې کولی شي. او که په شپه کې خښ کړل شي باک نه لري، البته د لمر ختلو، لویدلو او کله چې لمر د آسمان په منځ وي خښول یې مکروه دي او سنت طریقه ده چې جنازه په بیړه ویوړل شي البته په ډېر تېز مزل سره نه، او د جنازې پسې دتلونکو لپاره کېناستل مکروه دي تر څو چې د خښولو لپاره جنازه اېښودل شوې نه وي، او ورپسې خلک به عاجزي کوونکي او د خپل راتلونکي په اړه فکر او سوچ کوي، او مسکا کول او په دنیوي چارو کې خبرې کول مکروه دي. او قبر ته د دننه کولو پر مهال مستحب دي چې د پښو له خوا وردننه شي البته که ستونزه نه وي، او مکروه دي چې د سړي قبر ته دې پرده ونیول شي او دسړي لپاره مکروه ندي چې د ښځې مړی خښ کړي او بیا محرم. ( لحد غوره دی) له سملات څخه، او ډوبول او پراخول یې سنت دي، په تابوت کې یې خښول مکروه دي، او د سپارلو پر مهال به یې: بسم الله وعلی ملة رسول الله وایي، او د قبر سره له دفن څخه وروسته په ولاړه دعا کول مستحب دي، او څوک چې حاضر ول ورته مستحب دي چې درې درې لپې خاورې پرې د سر لخوا واړوي.

د یوې لویشتې په کچه د قبر لوړول مستحب دي او له دې پورته کول یې مکروه دي، دلیل یې علی - رضی الله عنه - ته د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: *هیڅ مجسمه پرته له ورانولو او هیڅ لوړ قبر پرته له هوارولو مه پریږده». (دا حديث) مسلم روايت کړی دی

اوبو پرې پاشل کیږي او وړې تږې پرې د خاورو د ساتلو لپاره اېښودل کیږي او په تېږه او یا کوم بل څه سره یې په نخښه کول پروا نه لري، د هغه څه له امله چې د عثمان بن مظعون د قبر په اړه روایت شوي دي، د قبر پخول او د پاسه پرې ودانۍ جوړول ناروا دي، او د ودانیو ورانول واجب دي، او د قبر له خپلې خاورې پرته پرې نورې نه اړول کیږي ځکه لدې منع راغلې ده. (دا حديث) ابوداود روايت کړی دی د قبر ښکلول، جوړول، خوش بویه کول، د پاسه پرې کېناستل او اودس ماتی کول پرې ناروا دي، همدا رنګه د قبرونو تر منځ اودس ماتی کول هم ناروا دي. او پر قبر یې د روغتیا غوښتل، همدا رنګه د ډیوې روښانه کول او پرې د مسجد ودانول حرام دي او باید چې ونړول شي، او له څپلیو/بوټانو سره به په هدېره کې نه ګرځي، د حدیث د وجې نه. احمد ویلي: اسناد یې جید دی.

او له سفر کولو پرته قبرونو ته ورتګ سنت دي، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم قول دی: «دریو جوماتونو ته له تګ پرته نورو ځایونو ته د کډو تړل ناروا دي» او ښځو ته قبرونو ته تلل ناروا دي ، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی: «قبرونو ته پر تلونکو ښځو الله لعنت ویلی او هغه چې جوماتونه پرې ودانوي او ډیوې پرې روښانه کوي». سنن والاو روايت کړی دی. د قبر مسح کول(لاس پرې کشول)، نږدې ورسره لمونځ کول، او په وړاندې یې د دعا لپاره ورتګ مکروه او منکر کارونه دي بلکه د شرک له څانګو څخه دي، او څوک چې قبرونو ته ورځي او یا پرې تېریږي داسې به وایي: «السلام عليكم دار قوم مؤمنين وإنا إن شاء الله بكم لاحقون يرحم المستقدمين منّا ومنكم والمستأخرين نسأل الله لنا ولكم العافية ، اللهم لا تحرمنا أجرهم ولا تفتنا بعدهم واغفر لنا ولهم».

په ژوندي باندې د سلام پر مهال د معرفې او یا نکرې په صیغه سلام اچولو کې اختیار لري، پر سلام پیل سنت او ځواب یې واجب دی(راجح قول دا دی چې سلام ویل او جواب ورکول دواړه واجب دي په حدیثو کې د امر صیغې راغلي او مطلق امر وجوب افاده کوي)، او که څوک له چا سره مخ شو او سلام یې پرې واچاوه او بیا دویم ځل او دریم ځل ورسره مخ شو سلام به پرې اچوي، او د سلام پر مهال ټېټېدل جایز ندي، او په بیګانه ښځې به سلام نه اچوي مګر که زړه وه چې اشتها ورته نه راتله، او د رخصتۍ ( له مجلس څخه ) دتلو پر مهال به هم سلام اچوي او کله چې خپلې کورنۍ ته ورداخل شو داسې به وایي: اللهم إني أسألك خير المولج وخير المخرج بسم الله ولجنا وبسم الله خرجنا وعلى الله توكلنا. او لاس ورکول سنت دي د أنس حدیث یې دلیل دی، او ښځې ته لاس ورکول روا ندي او په کوچنیانو به سلام اچوي، کوچنی به په لوی، لږ په ډیرو او سپور پر پیاده سلام اچوي. که یو چا ورته د بل سړي سلام ورساوه، ورته مستحب دي چې ووایي: وعلیک وعلیه السلام، یعنې پر تا او هغه دواړو دې سلام وي

دوه نفره چې یو له بل سره مخ کیږي ورته مستحب دي چې هر یو یې د سلام پيلولو ته وړاندیوالی وکړي او لدې الفاظو به نه زیاتوي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، او کله چې خوله وازی (ارږمی) وکړي نو تر خپلې وسې دې کوښښ وکړي چې تېر یې کړي که چیرته پرې غالب شو نو خپله خوله دې په یو څه سره بنده کړي، او کله چې پرنجی کوي نو خپل مخ دې پټ او غږ دې بند کړي او الحمد لله دې په لوړ غږ سره ووایي ترې دې چې ورسره ناست خلک یې واوري، او اوریدونکی به یې وایي: یرحمک الله، بیرته به پرنجی کوونکی په جواب کې ورته ووایي: یهدیکم الله ویصلح بالکم. او چا چې د پرنجي پر مهال الحمد لله ونه ویل، نو یرحکم الله ورته نه ویل کیږي، خو که چېرته یې دویم او دریم ځل پرنجی وکړ بیا دې ورته یرحمک الله ووایي او د روغتیا دعا دې ورته وکړي.

څوک چې د چا ځای ته ورننوځي نو د اجازې غوښتل پرې واجب دي، خواه که هغه خپلوان وي او یا بیګانه، نو که اجازه یې ورکړه( داخل دې شي) کنه بېرته دې وګرځي، اجازه غوښتل درې ځلې دې او لدې به یې نه زیاتوي، او د اجازې غوښتلو طریقه داسې ده (چې ووایي): السلام علیکم. آیا راتلای شم؟ او هغه ځای کې کیني چېرته چې ناست خلک خلاص شي، او د دوه نفرو تر منځ به جداوالی نه راولي مګر په اجازه یي.

او مستحب دي چې غمجن ته د مړي تعزیت(به صبر مصیبت زده ته تلقین کول) وشي، او د تعزیت لپاره کېناستل مکروه دي، او کوم ځانګړې الفاظ ورته نشته، بلکه غمجن به صبر کولو ته هڅوي او د أجر یادونه به ورته کوي، مړي ته به دعا کوي، غمجن به داسې وایي: الحمد لله رب العالمین، إنا لله وإنا إليه راجعون اللهم أجرني في مصيبتي واخلف لي خيراً منها، او که د دې آیت پر مصداق یې عمل وکړ او لمونځ یې وکړ { واستعينوا بالصبر والصلاة } نو غوره ده، ابن عباس دا کار کړی دی، صبر کول واجب دي، او په مړي ژړا کول مکروه ندي، خو چغې وهل اوستاینې کول حرام دي، او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم له: صالقه، حالقه او شاقه څخه بېزاره دی؛ صالقه هغه ښځه ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، حالقه هغه ښځه ده چې خپل سر خریي، او شاقة هغه ده چې خپلې جامې څېرې کوي او ښکاره بې صبري حرامه ده.

(دا کتاب دی په بیان د زکات کې)

په ( اوښانو، غواګانو، مېږو)، د زمکې حاصلاتو، نقدو، او سوداګریزو توکو کې په پنځه شرطونو واجب دی: اسلام، آزادي، د نصاب پوره کېدل، پوره ملکیت او یو کال پرې تېرېدل، او د کوچني او لیوني په مالونو کې واجب دی؛ له عمر، ابن عباس او نورو څخه روایت دی او هېڅ مخالف یې ندی پېژندل شوی. او هغه څه چې پر نصاب واوختل په شمېر سره پکې واجب دی مګر هغه عدد چې د دوو فرضو تر منځه وي (مثلا له پنځو اوښانو پورته تر نهو پورې)، او نه په هغه حیواناتو کې چې په ناټاکلي وقف شوي وي لکه جوماتونه، او هغه زمکه چې په ټاکلي وقف شوي وي له غلې څخه یې زکات ورکول کیږي، او څوک چې په مالداره قرض ولري لکه: قرض او مهر نو له هغې ورځې چې دی یې مالک شوی دی د زکات کلني جریان ته شاملیږي او هغه مهال به یې زکات ورکوي چې کله یې ټول او یا یوه برخه لاسته راوړه. همدا د صحابه و له اجماع څخه څرګندیږي، اګر که لاس ته راوړل شوی مال نصاب ته هم نه وي رسیدلی. او که له لاسته راوړلو یې وړاندې زکات ورکړي ترې قبلیږي ځکه چې د واجبېدو سبب یې موندل شوی دی، خو تر لاسته راوړلو وروسته ورکول یې یو رخصت دی، نو دا د زکات د تعجیل( له وخته مخکې) ورکول ندي، او که چېرته یې یوه برخه د نصاب په لاس کې وه او نور یې قرض او یا ورک و نو هغه څه چې په لاس یې لري د هغه زکات دې وباسي، همدا رنګه په هغه قرض کې هم واجب دی چې په مالداره نه وي، او یا غصب شوی وي او هغه چې په سختۍ لاسته راوړل کیږي؛ کله یې چې لاسته راوړي دلیل یې هغه عام روایتونه دي چې له علی او ابن عباس څخه روایت شوي دي، او کله یې چې د مال ګټه لاسته راوړه نو زکات پکې نشته تر دې چې کال پرې نه وي تېر شوی مګر د څرېدونکو حیواناتو بچي او د تجارت ګټه د ابن عمر د وینا له امله: (تازه زیږېدلی پرې وشمېره خو ترې اخله یې مه). دا حديث مالک روايت کړی دی او د علي د وینا له امله چې له صحابه وو یې څوک مخالف ندی پېژندل شوی. او ګټه به په لاس کې له شته مال سره یو ځای کوي که نصاب ته رسیدلی و او له خپل جنس څخه یې و او یا یې په حکم کې راته لکه: سپین زر له سرو زرو سره، نو که چېرته د نصاب له جنس څخه نه و او نه د هغه حکم ته شاملېده، نو هغه لره خپل حکم دی.

دا باب د ( اوښانو، غواګانو او مېږو ) د زکات په اړه دی.

زکات واجب ندی مګر په سائمة کې (هغه چې د کال ډیری وخت خپله څرېږي) خو که چېرته یې ورته واښه په بیه اخستل او یا یې ورته راټولول نو په هغې کې زکات نشته او هغه درې ډوله دي:

(لومړی یې) اوښان دي؛ زکات پکې نشته تر دې چې پنځو ته و نه رسیږي، بیا پکې یو پسه دی. او په لسو کې دوه پسونه دي، او په پنځلسو کې درې پسونه دي، او په شلو کې څلور پسونه دي؛ پدې ټولو اجماع ده. کله چې پنځه ویشتو ته ورسیدل نو بیا پکې بنت مخاض ده؛ یو کلنه اوښه. که بنت مخاض یې نه درلوده، ابن لبون ورکولی شي؛ یعنې دوه کلن اوښ، او په شپږ دېرشو کې بنت لبون ( دوه کلنه اوښه ) ده، او په شپږ څلوېښتو کې حقة ( درې کلنه اوښه ) ده، او په یو شپېتو کې جذعة ( څلور کلنه اوښه ) ده، او په شپږ اویاو کې دوه بنت لبون( دوه کلنې اوښې ) دي، او په یو نويو کې دوه حقې ( درې کلنې اوښې ) دي، او په یو سل او یو ویشتو کې درې دوه کلنې اوښې دي، بیا فرض همدلته ودریږي داسې چې په هرو څلویښتو کې یوه دوه کلنه اوښه او په هرو پنځوسو کې یوه درې کلنه، کله چې دوه سوو ته ورسېدل دوه فرضونه سره برابر شول که یې خوښه وه څلور ( څلور کلنې ) دي وباسي او یا یې غوښتل چې پنځه ( دوه کلنې ) وباسي؛ نو کولی شي.

( دویم ) غواګانې دي؛ زکات پکې نشته تر دې چې دیرشو ته نه وي رسیدلي؛ بیا پکې تبیع او یا تبیعة ( هغه چې یو کال یې پوره کړی وي ) واجبیږي، او په څلوېښتو کې مسنة ( دوه کلنه ) او په شپېتو کې دوه ( یو کلنې) بیا وروسته په هرو دېرشو کې یوه ( یو کلنه ) او په هرو څلوېښتو کې یوه ( دوه کلنه ) ده.

(دریم) پسونه دي؛ زکات پکې نشته تر دې چې څلوېښتو ته نه وي رسیدلي، بیا پکې یو پسه کیږي تر دې چې یو سل او شلو ته ورسېږي کله چې یو پرې زیات شو بیا پکې دوه پسونه دي ترې دې چې دوه سوو ته ورسیږي، کله چې یو پرې زیات شو بیا پکې درې

پسونه کیږي تر درې سوو پورې، بیا پکې څلور پسونه کیږي، بیا وروسته په هرو سلو کې یو پسه دی، له دوی څخه سیرلی (چیلی)، زړه؛ چې سن یې زیات وي، معیوبه، هغه چې عیب ولري، بچی لرونکې چې روزنه یې کوي، بلاربه، چاغه او تر ټولو غوره مال یې ترې نه اخستل کیږي، دلیل یې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم قول دی: «مګر ستاسو د منځمهالي مالونو څخه، ځکه الله تعالی یې درڅخه غوره ندي غوښتي او د بې کاره (حیواناتو په ورکولو یې درته) امر ندی کړی». (دا حديث) ابوداود روايت کړی دی، میږې چې سره ګډې (یوځای) شي نو دوه ډوله مال د یو مال په څېر کیږي.

باب دی په بیان د زکات د زمکې د حاصلاتو کې

په هر هغه شی کې چې په پیمانه او د ذخیره کولو وړ خوراکي توکو او نورو کې په دوه شرطونو واجب دی، لومړی یې نصاب ته رسېدل دي چې پنځه وسقه دی او یو وسق شپېته صاعه دی، او د نصاب د پوره کېدو لپاره د یو کال میوه او کښت یو بل سره یو ځای کیږي د نصاب د پوره کولو د پاره. دویم: د واجبېدو پر مهال یې باید نصاب په خپل ملکیت کې وي، ځکه په هغه مال کې چې راغونډوي یې، او یا بخشش ورکول کیږي، او یا په لو کولو مزدوري یې اخلي په هعې ګې واجب نه دی. په هغه کښت کې چې له زیار پرته خړوب شوی وي لسمه برخه واجب ده، او هغه چې په زیار سره خړوبیږي د لسمې (عشر) نیمه او هغه چې له دواړو لارو خړوبیږي نو درې پر څلورمه. که له یو بل سره یې توپیر درلوده نو هر یو چې ګټور و، او د ناپوهۍ په حال کې لسمه، او د غلو دانو زکات باید له پاکو او د میوو له وچو څخه ورکړل شي. او روا ندي چې د زکات او یا خیرات مال یې بېرته په بیه واخلي، خو که په مېراث کې ورته بېرته راوګرځېده ورته اخستل یې روا دي. او امام (حاکم) به یو تن اټکل کوونکی لېږي او یو تن بس دی، هغه راټولوونکی به د باغ خاوند ته دومره رطب ( لمدې ) خرما پریږدي چې هغه او اولادونو ته یې بسنه وکړي، که یې ورته پرې نښودې نو د مال خاوند ته روا دي چې وایې خلي، او احمد د میوو راټولول او راشکول د شپې مهال مکروه ګڼلي، او د زکات عشرونه بیا بیا نه اخستل کېږي اګر که کلونه هم پاتې شوي وي، خو چې د تجارت لپاره نه وي، که چیرته ول نو بیا له هر کال څخه اخستل کیږي د هر کال قیمت به یې معلومولای شي

باب دی په بیان د زکات د سرو زرو او سپینو زرو کې

د سرو زور نصاب شل مثقاله او د سپینو زرو دوه سوه درهمه دی. او د لسمې څلورمه پکې کیږي، د نصاب د پوره کولو لپاره یو له بل سره یوځای کیږي، همدا رنګه د توکو بیې یو بل سره یو ځای کیږي. او په روا ګاڼه کې چې (کاریږي) زکات نشته، که چېرته د سوداګرۍ لپاره چمتو شوې وه نو زکات پکې شته، د نر لپاره له سپینو زرو ګوته روا ده او غوره ده چې د چپ لاس په کچۍ ګوته یې په ګوته کړي او احمد دا قول ضعیف ګڼلی چې ګوته دې د ښي لاس په ګوته کې وکارول شي. او د سړي او ښځې لپاره د اوسپنې، زیړو او مسو د ګوتې کارول مکروه دی، پدې اړه یې دلیل وړاندې کړی، او روا دي چې د تورې نوکه له سرو زرو او تخته یې سنګاري جوړه شي، ځکه صحابه کرامو - رضی الله عنهم - خپلې توري په سرو زرو سره سینګارولې، او د ښځو لپاره د سرو او سپینو زرو هر هغه کالی چې اغوستل یې د عادت له مخې دودیز وي روا دي، او په کالیو او هر څه کې مکروه دي چې سړی ځان د ښځې او یا ښځه ځان د سړي په څېر جوړ کړي.

باب دی د تجارتي سامانونو د زکات په باره کې

کله یې چې قیمت نصاب ته ورسیږي او د سوداګرۍ لپاره وي نو زکات پکې واجبېږي. او هغه جایداد او یا حیوان او داسې نور چې د کرایې لپاره وي زکات پکې نشته.

باب دی په بیان د سرسایې کې.

او دا روژه لرونکي ته له بې ځایه او پوچو کړنو څخه پاکوالی دی، په هر مسلمان باندې فرض عین ده کله چې دومره څه ورسره وو چې د اختر په شپه او ورځ د ده د بال بچ د نفقې څخه زیات و یو صاع د خپل ځان له طرفه او هغه څوک چې په ده یې سرسایه لازم ده ، او اړ ندی چې د مزدور لخوا یې ورکړي، که چېرته یې د ټولو لخوا نشو ورکولی بیا دې لومړی په خپل ځان پیل وکړي او بیا د نږدې پسې نږدې، او په رحم کې حمل باندې په اجماع سره نشته، او چا چې د رمضان په میاشت کې د یو مسلمان لګښت په غاړه واخست نو د فطر زکات یې هم پرې لازم دی، او روا ده چې د اختر له ورځې څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې ورکړل شي، او د کوچني اختر له لومړۍ ورځې یې وروسته کول پکار ندي، که دا کار یې وکړ ګناهکار شو او قضا به یې راوړي. او غوره ده چې د اختر په ورځ د لمانځه څخه مخکې ورکړل شي، واجب اندازه یې یو صاع خرما یا غنم یا ممیز یا وربشې او یا پنیر دي، که چېرته یې ونه موندل پر ځای دې په علاقه کې چې کو مروج طعام وي هغه دې ورکړي، احمد کره طعام غوره ګڼلې او د ابن سیرین څخه یې نقل کړي دي،او جایز دي چې ډیرو ته هغه څه ورکړي چې لازم دي ورکول یې یو ته او د دې عکس هم.

باب دی په بیان د زکات ایستلو کې.

چې د ورکولو امکان یې وي نو له خپلې واجبې نیټې یې وروسته کول روا ندي مګر د امام او مستحق د نه شتون له امله، همدا رنګه زکات راټولونکي لره د عذر له امله جایز دي چې وروسته یې کړي د خپل بادار سره یې د قحطۍ او یا بل عذر له وجې پریږدي لکه لوږه. احمد د عمر په کړنه استدلال کړی دی.

باب دی په بیان د هغه خلکو کې چې مستحق د زکات دي.

دوی اته دي، پرته لدوی نورو ته ورکول یې روا ندي.دلیل یې آیت دی

لومړی او دویم: فقرا او مسکینان دي. سوال کول روا ندي پداسې حال کې چې څوک دومره څه ولري چې له نورو یې مستغني کوي، او د څکلو اوبو، د کارونې لپاره له چا څخه د یو څه اخستل او یا قرض غوښتلو لپاره سوال کولو کې کومه خبره نشته، همدا رنګه وږې ته ډوډۍ ورکول، د بربنډ پټول او د بندي ازادول واجب دي.

دریم: په ( بیت الزکات) کې کار کوونکي لکه: راټولوونکی، لیکونکی، شمېرونکی، پیمانه کوونکی. او له خپلو نږدې خپلوانو جایز ندی، او که امام غوښتل پرته له عقد څخه دي ولیږي او که یې غوښتل ټاکلي څه دې ورته معلوم کړي.

څلورم: هغه چې زړونه یې ساتل کیږي، دوی هغه ملکان دي چې خپل خلک یې له کافرانو تابعداري کوي، په زکات سره یې د اسلام راوړلو په امید زړونه ساتل کیږي او یا مسلمان ته چې ایمان یې لا پسې غښتلی شي او یا یې په څېر بل اسلام راوړي او یا هغه ته د یو مصلحت په موخه او یا یې شر بند شي، او مسلمان ته روا ندي چې واخلي هغه څه چې د هغه د شر د دفع کولو په موخه ورکول کیږي لکه رشوت.

پنځم: رقاب؛ دوی هغه مریان دي چې د خپلو ځانونو د ازادولو لپاره یې د خپل بادار سره لیکل کړي وي، همدا رنګه جایز چې د مسلمان اسیر فدیه ترې ورکړل شي کله چې هغه د کافرو په ولکه کې وي، ځکه دا د غاړې ازادول دي، همدا رنګه روا دي چې پدې سره مریی واخستل شي او ازاد شي، دلیل یې دا عمومي وینا د الله تعالی ده: ( وفی الرقاب ).

شپږم: قرضداران چې دوه ډوله دي: یو یې هغه دی چې د روغې جوړې په خاطر قرضدار شوی وي، مال یې د دې لپاره په خپل سر اخستی وي تر څو فتنه آرام کړي، دویم: چا چې د خپل ځان په خاطر د یو روا کار لپاره قرض وکړ.

اووم: د الله په لار کې: دوی هغه کسان دي چې د الله په لار کې جنګیږي، دوی ته دومره ورکول کیږي چې د جنګ لپاره ورته بسنه وکړي اګر که اړتیا ورته هم و نه لري، او حج هم د الله په لار کې وتل دي.

اتم: ابن السبیل؛ هغه مسافر دی چې په لاره کې بند پاتې دی دومره څه ورسره نشته چې تر کوره یې ورسوي، نو دومره څه ورکول کیږي چې تر کوره یې ورسوي اګر که په خپل ځای کې دی (زکات) ته اړتیا نه لري. که څوک دعوی وکړي چې فقیر دی او مالداري یې نه وه معلومه خبره یې منل کیږي، او که چېرته ځواکمن و او کسب او کار یې معلوم و ( زکات ) ورکول روا ندي، او که کسب او کار یې معلوم نه و (زکات) ورکول کیږي وروسته لدې چې ورته وویل شي چې د (زکات) اخستل غني او ځواکمن کسبه ته روا ندي، که بیګانه اړمن و خپلوان ته نه ورکول کیږي، داسې به هم نه کوي چې لرې پریږدي او خپلوان ته یې ورکړي، له خپل ځان څخه به په (زکات) ملامتیا نه چپوي، نه به پرې څوک مقرروي، نه به پرې خپل مال ساتي. نفلي صدقه په هر وخت کې مسنون عمل دی، او په پټه ورکول یې غوره دي، همدا رنګه د روغتیا پر مهال په خوشحالۍ سره او د روژې په میاشت کې، ځکه پيغمبر صلی الله علیه وسلم همداسې کړي دي، او د اړتیا پر مهال؛ الله تعالی فرمایلي: [د لوږې په ورځ کې]. او صدقه په خپلوان باندی خیرات او صله رحمي ده، په ځانګړې توګه کله چې دښمني ورسره ولرې، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې قول له امله: «هغه چا چې(خپلوي) درسره پرې کړې ده ورسره یې بېرته جوړه کړه» بیا ګاونډی، الله تعالی فرمایي: [خپلوان ګاونډی او په خوا کې ګاونډی] او هغه څوک چې اړتیا یې ډیره وي؛ الله تعالی فرمایي: [یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي] او هغه څه به صدقه نه ورکوي چې ده ته او یا یې قرضدار ته زیان رسوي او یا هغه څوک چې پر ده یې نفقه لازم وي، څوک چې د خپل ټول مال خیرات کول وغواړي او هغه کورنۍ ولري چې په خپل کسب او کار سره یې هغوی ته رسېدل کولی شول، او له ځان څخه پر الله تعالی په ښه توکل کولو باوري و، نو ورته مستحب دي چې دا کار وکړي، دلیل یې د صدیق کېسه ده، او که داسې نه و نو ورته روا ندي چې دا کار وکړي، او باید چې بندیز پرې ولګیږي، او هغه څوک چې په تنګسیا صبر نه شي کولای ورته مکروه دي چې ځان د پوره بساینې له حالت څخه وباسي، او په صدقه کې پر چا احسان کول حرام دي بلکه لویه ګناه ده او ثواب یې له منځه ځي. او چا چې کوم څه راوویستل چې صدقه یې کړي بیا ورته یو څه پېښ شول ورته مستحب دي چې مخته یې یوسي، او عمرو بن العاص به چې کله سوالګر ته خوراک راوویست او بیا بې و نه موند نو پرېښوده به یې، او په خیرات کې به ښه مال ورکوي، او له خراب څخه به ډډه کوي، نو ښه مال به په صدقه کې ورکوي، غوره صدقه هغه ده چې خپله اولاده یې ورته اړتیا ولري او بیا هم صدقه ورکړي، دا د لاندې خبر سره په ټکر کې ندی «غوره صدقه هغه ده چې له ورکولو وروسته یې انسان اړمن نه شي». له جهد المقل څخه موخه دا ده چې خپله اولاده یې ورته هم اړتیا لري.

کتاب دی په بیان د روژه کې

د رمضان د میاشتې روژه نیول د اسلام یو رکن دی او د هجرت په دویم کال فرض شوې ده، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم نهه رمضان روژه ونیوله، د شعبان د میاشتې په دېرشمه شپه د میاشتې لیدلو ته کېناستل مستحب دي، او د میاشتې په لیدلو یې د رمضان روژه نیول واجبیږي، که په صاف آسمان کې میاشت ونه لېدل شوه نو دیرش به پوره کوي او پرته له کوم اختلاف نه به بله ورځ روژه ونیسي، کله چې میاشت وګوري تکبیر به وایي او وایي به: "اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام والتوفيق لما تحب وترضاه ربي وربك الله هلال خير ورشد" د میاشتې د لېدلو لپاره د یو تن عادل وینا منل کیږي، ترمذي له ډیرو علماوو روایت کړی دی، او که چا یوازې ولیدله او ګواهي یې و نه منل شوه، پخپله پرې د روژې نیول لازم دي، او بوزه به نه کوي مګر د خلکو سره یو ځای او کله چې د شوال میاشت وګوري نو نه به بوزه کیږي،

مسافر چې کله د خپل کور کلي نه جلا شو بوزه کیږي به، خو روژه نیول ورته غوره دي د ډیری علماوو تر منځ د اختلاف نه د وتلو له امله، او که حامله او شېدې ورکوونکې پر ځانونو او یا اولادونو یې وېرېدې ورته روا دي چې روژه وخوري، خو که یوازې په اولادونو ویرېدې نو د هرې ورځې پر ځای دې یو مسکین ته ډوډۍ ورکړي، او د آیت پر بنا که ناروغ له ضرر څخه وېریده نو د روژې نیول ورته مکروه دي، او که څوک د بوډاوالي او یا د داسې ناروغۍ له امله چې د روغتیا هيله یې نه وه له روژې نیولو عاجز و ، روژه دې وخوري او د هرې ورځې پر ځای دې یو مسکین ته ډوډۍ ورکړي، او که ستوني ته یې مچ او یا ګرد ننوت او یا یې پرته له قصده ستوني ته اوبه ننوتې روژه یې نه ماتیږي.

او واجب روژه د شپې څخه له نیت کولو پرته نه صحیح کیږي، او نفلي روژه د ورځي په نیت؛ مخکې او وروسته له زوال څخه صحیح کیږي.

باب دی د هغه څه په اړه چې روژه فاسدوي

چا چې څه وخوړل او یا یې وڅکل او یا یې د پوزې له لارې غوړ او یا نور څه وکارول او تر ستونې یې ورسیدل او یا یې ستونی راډک کړ نو استفراق یې وکړ، یا یې خپله خکر ولګاوه او یا یې بل ته ولګاوه روژه یې فاسده شوه، او د چا چې هېر و چې روژه دی په پورته یو کار یې هم روژه نه فاسدیږي، او کله چې د سهار په راختلو شکي و، نو کولی شي تر هغه چې ډاډمن شي خوراک او څښاک وکړي، دالله تعالی د دې وینا له وجې: [او خورئ، او څښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي]. او چا چې په جماع سره روژه ماته کړه نو پر هغه د ظهار کفاره ده د قضا راوړلو سره، او د چا چې شهوت راپاریږي نو ښکلول ورته مکروه دي، او له دروغ ویلو، غیبت کولو، ښکنځلو، چغلي کولو څخه په هر وخت کې ځان ساتل پکار دي خو د روژه لرونکي لپاره زیات ټینګار شوی، او هغه څه چې مکروه دي ورڅخه دي ځان وساتي، که چېرته ورته چا ښکنځل وکړل نو ودې وایي: زه روژه یم. کله چې له لمر ډوبیدو څخه ډاډمن شو نو د روژې په ماتولو کې ورته بیړه کول سنت دي، او په غالب ګمان سره هم روژه ماتولی شي، د پیشنمي وروسته کول هم سنت دي خو چې د سهار د راختلو ویره نه وي، د پیشنمي فضیلت پدې کې دی چې خوراک او څښاک پکې وشي اګر که لږ هم وي، روژه به په تازه خرماو ماتوي، که یې و نه موندې نو په وچه خرما، که یې و نه موندې نو په اوبو، او د روژه ماتې پر مهال به دعا کوي، چا چې روژه دار ته روژماتی ورکړ، نو د هغه د ثواب په څېر ثواب یې وشو. د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم زیات تلاوت، ذکر او صدقه کول مستحب دي، غوره نفلي روژې هغه دي چې یوه ورځ روژه او بله بوزه وي، له هرې میاشتې څخه درې ورځې نفلي روژې نیول سنت دي، د أیام البیض(۱۳،۱۴،۱۵) روژې غوره دي، او د دوشنبې او پنجشنبي ورځو روژه نیول هم سنت دي، او د شوال له میاشتې شپږ ورځ اګر که پرلپسې هم نه وي ، او د ذی الحجی د میاشتې نهه ورځې روژه او هغه چې زیات ټینګار پرې شوی نهمه ده چې هغه د عرفې ورځ ده.

او د محرم د میاشتې روژه او غوره یې د نهمې او لسمې ورځې روژه نیول دي، د دواړو تر منځه یو ځای کول سنت دي ، او د عاشورا په ورځ کې چې پرته له روژې نیولو نور هر څه راغلي دي هیڅ اصل نه لري بلکه بدعت دي، او په روژې سره د رجب د میاشتې ځانګړې کول مکروه دي، او هر حدیث چې د روژې په فضیلت او پکې د لمانځه کولو په اړه راغلی دی هغه دروغ دي. او په روژې نیولو سره د جمعې د ورځې ځانګړې کول هم مکروه دي، او د رمضان له پیل نه وړاندې یوه یا دوه ورځې روژې نیول مکروه دي، وصال(روژه نه ماتول شپه او ورځ کې) هم مکروه دي، او د اخترونو او تشریق(یولسم دولسم او دیارلسم د ذی الحجې) په ورځو کې د روژو نیول حرام دي، همدا رنګه ټول عمر روژه نیول مکروه دي، د قدر شپه د عظمت شپه ده، د دعا د قبلېدلو امید پکې شته، الله تعالی فرمایي: [د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده] مفسرینو ویلي: دغه شپه په عبادت او غوره عمل سره تیرول د هغو زرو میاشتو له عبادت نه غوره ده چې دا شپه پکې نه وي، او د قدر شپه ورته لدې امله ویل کیږي چې د راتلونکي کال په اړه پکې هر څه اندازه کیږي او دغه شپه په ځانګړې ډول په وروستیو لسو او بیا طاقو شپو کې ده، او تر ټولو زیات احتمال د اوه ویشتم شپه ده، او هغه څه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم عائشې - رضی الله عنها - ته ښودلې دي په هغه سره به دعا کوي. (یا الله! ته زیات بخښنونکی پتمن یې، بخښنه خوښوې، نو ماته بخښنه وکړه). او الله ډېر ښه پوهېږي. وصلی الله علی محمد و علی آله وصحبه وسلم.

د لمانځه حکمونه

د شیخ الاسلام: محمد بن عبد الوهاب رحمه الله

په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم.

د لمانځه شرطونه نهه دي:

اسلام، عقل، تمییز، پاکوالی او د عورت پټول، له پلیتۍ څخه ځان ساتل، د وخت په داخلېدو پوهېدل، قبلې ته مخ کول، نیت او اراده.

د لمانځه رکنونه څوارلس دي

په ولاړه لمونځ کول چې په ولاړه قادر وي، تحریمه تکبیر او د فاتحې لوستل، رکوع، له رکوع نه پورته کېدل، برابر ودرېدل، سجده، له سجدې نه پورته کېدل، د دوو سجدو تر منځ کېناستل،ټول رکنونو په پوره سکون او ارام سره کول، ترتیب مراعت کول د ارکانو تر مینځ، وروستی تشهد، وروستي تشهد ته کېناستل، لومړی سلام(د لمانځه څخه په سلام وتل).

د لمانځه باطلوونکي اته دي

په قصدي توګه خبرې کول، خندا، خوراک، څښاک، د عورت لوڅول، له قبلې څخه مخ کږول، زیات بې ځایه حرکتونه کول، د نجاست رامنځته کېدل.

د لمانځه واجبات اته دي

ټول تکبیرونه پرته له تحریمه تکبیر څخه، دویم: د امام او مقتدي لپاره د سمع الله لمن حمده ویل، دریم: د ربنا ولک الحمد ویل. څلورم: د رکوع تسبیحات، پنځم: د سجدې تسبیحات، شپږم: د دوو سجدو تر منځ؛ رب اغفرلی ویل چې یو ځل ویل یې واجب دي.اووم: لومړی تشهد ځکه پېغمبر علیه السلام کړی او په دوامداره توګه یې کړی او امر یې پرې کړی، او کله یې چې هېر شوی دی د سهوې سجده یې کړې ده، اتم: د تشهد لپاره کېناستل.

د اوداسه فرضونه شپږ دي

د مخ مینځل،د لاسونو مینځل سره د څنګلو، د ټول سر مسح کول، د پښو مینځل سره د ګیټیو، ترتیب او پرله پسیوالی (تر څو مخکې مینځل شوی غړی وچ نه شي).

د اوداسه شرطونه پینځه دي

پاکې اوبه، سړی باید مسلمان او د تمیز قوه لرونکی وي، کوم مانع موجود نه وي، پوستکې ته د اوبو رسیدل، او د وخت داخلېدل(شروط الوضوء:الاسلام،العقل،التمیز،البسملة فی ابتداء الوضوء،النیة،ان یکون الماء الذی یتوضا به طهورا،ازالة ما یمنع وصول الماء الی الجلد.اسلام،عقل،تمیز،باسم الله ویل د اودس په شروع کې نیت،پاکې اوبه،او هغه شی چې پوستکي ته اوبه نه پریږدي د هغې لیرې کول)

د اوداسه نواقض (ماتوونکي) اته دي

هغه چې له قٌبل او دُبر څخه راوځي، په زیاته کچه له بدن نه څه راوتل، په خوب او یا بل څه سره د عقل له منځه تلل، په شهوت سره د ښځې لمسول، د بنی ادم فرجین لمسول، مړي ته غسل ورکول، د اوښ غوښه خوړل، له اسلام څخه مرتد کېدل؛ الله تعالی مو دې ترې وساتي. والله اعلم.