المنهج الوجيــز
هذا الكتاب يعتبر مقدمة شاملة للمسلم الجديد حول أساسيات الدين الإسلامي، ويبين الأحكام الضرورية في العقيدة الإسلامية، وأركان الإسلام والإيمان، والعبادات الأساسية من الصلاة والصيام والزكاة والحج. كما يتضمن الكتاب إرشادات عملية حول كيفية أداءها بشكل صحيح، فهو يهدف إلى تزويد المسلم الجديد بالمعرفة الضرورية لفهم دينه وممارسة شعائره بطريقة مستنيرة.
بسم الله الرحمن الرحیم
لنډ نصاب
د نوي مسلمان لپاره د ټولګي تعلیمي نصاب
بسم الله الرحمن الرحیم
سرېزه
الحمد لله الذي هدانا للإسلام، ودلّنا إلى سبل السلام، وبعث فينا خير الأنام، صلى الله عليه وسلم تسليمًا كثيرًا. أما بعد: موږ خوښ یو چې تاسو ته دا کورس وړاندې کوو چې ریښتینی دین (د اسلام دین) معرفي کوي او د هغه علمي او عملي اړتياوې بیانوي، د دې لپاره چې ستا د دین په پیژندلو کې ستا لپاره چابي او د اسلام د احکامو په پلي کولو کې درسره مرسته کوونکی شي. دا کورس تاسو ته دا شیان وړاندې کوي:
1- د اسلام د دين او لويو اړينو موضوعاتو په اړه يې لنډ وضاحت.
2- قرآن کريم ته يوه عمومي کتنه، او د قرانکريم د ځينو لنډو سورتونو د معناګانو تفسير.
3- د فرضي عبادتونو د احکامو لنډ تشریح.
4- په اسلام کې د معاملاتو، رواجونو او اخلاقو په اړه د مهمو احکامو لنډ توضیح.
د دې درسي فصلونه د تعلیمي پلان له مخې ویشل شوي چې د هر فصل درسونه شپږو ورځو باندې ویشل شوي، د هر درس موده ټاکل شوې ده. دا مضمون په یوه تعلیمي بڼه هم جوړه شوې ده چې یو شمیر فعالیتونه او تمرینونه پکې شامل دي، کوم چې د نوي مسلمان سره د معلوماتو د یادولو او په هغې باندې پوهېدلو کې مرسته کوي، سربېره پر دې د هر درسي فصل په پای کې د ارزونې پوښتنې دي ترڅو زده کونکي وکولی شي د هغه د پوهې کچه و ارزوي. په دې مضمون کې یو شمیر بڼې شاملې دي چې هدف یې د نوي مسلمان د تعلیمي پروسې په ښه کولو او د کورس په پوهیدو کې مرسته کول دي، چې هغه په لاندې ډول دي:
دا رنګ د دې معلوماتو اهمیت ته اشاره کوي، او د لوست په پای کې د اړونده پوښتنې احتمال ته اشاره کوي.
دا یادښت په متن کې د یوې کلمي تعریف او توضیح ته اشاره کوي.
بحث وکړه
دا پراګراف د ښوونکي او زده کونکي تر منځ د بحث موضوع ته اشاره کوي، چې موخه یې د زده کونکي د فکر او استدلال ملکې ته وده ورکول دي.
تمرېن
یو داسې عملي کړو وړو ته شامل دی چې په فکر کولو یا د یوې مسلې راوېستلو او یا په یادولو باندې ولاړ وي.
نو په دې په زړه پورې تعلیمي سفر کې تاسو ته ښه راغلاست وایو..
تعلیمي پلان
ناسته
پراګرافونه
وخت
10 دقېقې
15 دقیقې
20 دقیقې
30 دقیقې
45 دقیقې
لومړۍ ورځ
لومړې ناسته
پیلیزې
1. پېژندنه او خبرتیاوې
2. وجودي پوښتنې: (مونږ څوک یو؟ مونږ چیرته ځو؟)
3. د هدایت نعمت
اسلام:
1. اسلام څه شی دی؟
2. زه ولې مسلمان شم؟
3. د اسلام نړیوالتوب
4. اسلام هغه ګناهونه ختموي چې مخکې شوي دي
5. اسلام وروستی دین دی
6. د محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري
7. په اسلام کې د غوروالي معیار
8. د دین زده کړه 9. د اسلام رکنونه
زه څنګه مسلمان شم؟:
1. دوه ګواهیانې (شهادتونه)
2. د دواړو ګواهیانو [شهادتينو ] معنا.
3. د ګواهیانو لوازمات
دمه
دوېمه ناسته
اودس څنګه وکړم؟ (عملي)
لمونځ څنګه وکړم؟ (عملي)
د لومړۍ ورځې یادداښت
دویمه ورځ
لومړې ناسته
اېمان څه شی دی؟
د اېمان ستنې (رکنونه):
1. په الله تعالی اېمان لرل.
2. په ملاېکو اېمان لرل.
3. (د الله تعالی له طرفه) په رالېږل شویو کتابونو اېمان لرل.
4. په پېغمبرانو اېمان لرل.
5. د اخرت په ورځ باندې ایمان لرل.
6. په تقدیر باندې اېمان لرل.
د اېمان مېوې (فاېدې)
قرآن کریم:
1. قرآن کریم څه شی دی؟
2. قرآن کریم د روح او عقل غذا ده.
3. قرآن کریم د ژوند تګلاره ده.
4. په قرآن کریم کې د پېغمبرانو کیسې.
د اخلاص سورت یادول او د هغه په معناګانو ځان پوهول
دوېمه ناسته
بنده ګي:
1. د بنده ګۍ معنا.
2. د بنده ګۍ د قبلېدو شرطونه.
3. د بنده ګۍ ډولونه.
پاکوالی
د پاکۍ ډولونه:
1. حسي پاکي: اصل په شیانو کې پاکي ده، ناپاک شیان، د ناپاکۍ لیرې کول، د حاجت رفع کول.
2. معنوي پاکي: د بې اودسۍ لرې کول، د بې اودسۍ لرې کولو لپاره استعمالېدونکي اوبه.
د دويمې ورځې یاداښت
درېمه ورځ
لومړې ناسته
اودس څرنګه وکړم؟ (نظري)
۱. د اوداسه معنا.
۲. اودس څرنګه وکړو؟
۳. د اودس ماتوونکي شیان.
۴. د اودس واجبوونکي شیان.
۵. په جورابو باندې مسحه کول.
د سورة الفلق یادول او د هغه په معنا ځان پوهول
دوېمه ناسته
څرنګه غسل وکړم؟
۱. د غسل معنا.
۲. څرنګه غسل وکړو؟
۳. غسل کله واجبېږي؟
۴. هغه څه چې جنب ته یې کول حرام دي.
۵. تیمم.
حیض او نفاس:
۱. د زنانه څخه د وتونکې وېنې ډولونه.
۲. دحیض او نفاس احکام.
د سورة الناس یادول او د هغه په معنا باندې ځان پوهول
د درېمې ورځې یاداښت
څلورمه ورځ
لومړې ناسته
د سورة الکافرون یادول او د هغه په معنا ځان پوهول
څرنګه لمونځ وکړم؟ (نظري):
۱. لمونځ څه شی دی؟
۲. مونږ ولې لمونځ کوو؟
۳. د لمانځه مرتبه.
۴. د لمانځه شرطونه.
۵. پنځه لمونځونه.
۶. څرنګه لمونځ وکړو؟
دوېمه ناسته
لمونځ:
۱. د لمانځه د کیفیت پوره والی.
۲. د جمعې لمونځ.
د څلورمې ورځې یاداښت
پنځمه ورځ
لومړې ناسته
د الکوثر سورت یادول او د هغه په معنا ځان پوهول
زکات:
۱. زکات څه شی دی؟
۲. مونږ ولې زکات ورکوو؟
۳. څرنګه زکات ورکړو؟
روژه:
۱. روژه څه شی دی؟
۲. ولې روژه نېسو؟
۳. د روژې ماتوونكي.
۴. هغه څوک چې د هغوی لپاره په رمضان کې بوزه کېدل روا دي.
الحج:
۱. حج څه شی دی؟
۲. مونږ ولې حج کوو؟
۳. حج په چا فرض دی؟
دوېمه ناسته
د العصر سورت یادول او د هغه په معنا ځان پوهول
جامې (کالي):
۱. اصل په جامو کې.
۲. حرامې جامې.
خوراک او څښاک:
۱. اصل په خوراک او څښاک کې.
۲. حرام خوراک او څښاک.
۳. د شرعي حلالې (ذبحې) شرطونه کوم دي؟
۴. په رستورانتونو او دوکانونو کې د حلالولو حکمونه.
د پنځمې ورځې یاداښت
شپږمه ورځ
لومړې ناسته
مالي راکړې ورکړې:
۱. مالي راکړې ورکړې څه دي؟
۲. اصل په مالي راکړو ورکړو کې.
۳. حرامې مالي راکړې ورکړې.
اخلاق:
۱. اخلاق په اسلام کې.
۲. د ښایسته اخلاقو فضیلت.
۳. په اسلام کې د اخلاقو ډګرونه.
دوېمه ناسته
د یادوو شویو سورتونو تکرار.
د اوداسه او د لمانځه د طرېقو تکرار.
د شپږمې ورځې یاداښت
د نصاب موضوګانې
لومړی فصل
د اسلام دین
دویم فصل
قرآن کریم
درېم فصل
عبادتونه
څلورم فصل
اسلامي حکمونه
لومړی فصل
د اسلام دین
لومړی لوست
اسلام او سترې پوښتنې
پیلیزه
انسانانو ته د انسان له وجود سره تړلې پوښتنې رامنځ ته کېږي، نو د خپلې موضوع په حقیقت، د هغه د راتګ سرچینه، د هغې د علت او د پای په اړه پوښتنې کوي. او اسلام دغو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړي دي:
لومړۍ پوښتنه:
مونږ څوک یو؟
اسلام انسان داسې تعرېفوي چې دا د الله تعالی له ډېرو مخلوقاتو څخه دی، الله تعالی هغه ته پر ډېرو مخلوقاتو فضیلت ورکړی، او دې ته یې د خپل ژوند په اوږدو کې د هغه د مطلوب کارونو د ترسره کولو لپاره ډیر مخلوق یې ورته مسخر کړي دي. الله تعالی فرماېلي دي: (او یقېنا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت ورکړی دی، او مونږ دوی په سورلېو باندې په وچه او سمندر کې سواره کړي دي، او مونږ دوی په خپل مخلوق کې په ډېرو زیاتو باندې غوره کړي دي، په غوره کولو ډېرو سره) ( اسراء: ۷۰ )
او الله تعالی په انسان کې یوشان والی اېښودلی دی له:
. ملاېکو سره د هغوی په پاکوالي او بنده ګۍ کې
. شیطانانو سره د هغوی په انکار او نافرمانۍ کې.
. او حیواناتو سره د خپلو هېلو او شهوتونو په پوره کولو کې.
او په هغه کې د خیر او شر دواړو لپاره چمتوالی اېښودلی، او هغه څه یې ورته ورکړي چې د خیر او شر ترمنځ پرې توپېر کولی شي؛ لکه فطرت او عقل
او هغه یې ازاد، خود مختاره ګرځولی، او د خپل واک او کړنو باره کې به ترې پوښتنه کېدلی شي.
ملاېکې: د الله تعالی د مخلوق څخه یو مخلوق دی، الله تعالی د رڼا څخه پیداکړي، پالل شوي، تابع کړی شوي، عزتمند بنده ګان دي، د الله تعالی نافرماني نه کوي او څه امر چې ورته وکړی شي کوي يې، د هغوی شمیر باندې له الله تعالی پرته بل هېڅوک نه پوهیږي
دویمه پوښتنه
مونږ ولې او د کوم ځای څخه راغلي یو؟ اسلام دا بیانوي چې د انسان شروع د پیداېښت د خټې څخه شوې، الله تعالی ادم -علیه السلام- د خټې نه پیدا کړی دی، او هغه د ټول بشریت پلار دی، الله تعالی فرماېلي دي: (وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِين) (او بېشکه مونږ انسان د خټې د خلاصې (بېلابېلو ځایونو څخه راټولې شوې) څخه پیدا کړی دی) (المؤمنون: ۱۲ ) او د دې انسان د پیداېښت مقصد د الله تعالی بنده ګي ده، په داسې حال کې چې الله تعالی د دوی د پېداېښت څخه بې نيازه دی، الله تعالی فرماېلي دي: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون) (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) (الذاريات: ٥٦ ).
آدم
الله تعالی مونږ ته په قرآن کې د هغه د پېداېښت کېسه بیان کړې او دا چې څنګه شیطان ورسره دښمني پیل کړه، د سورت البقرې د آیتونو (۳۰-۳۹) تفسیر وګورئ.
بحث وکړه
د اسلام له داخلېدو مخکې او وروسته د خپل وجود د مفهوم په اړه خپل نظر پرتله کړئ:
درېمه پوښتنه
مونږ چېرته ځو؟ قرآنکریم فرمایي چې هر انسان به په دې دنیا کې مړ کیږي او د هغه په مرګ سره د کار کولو پړاو پای ته رسیږي، او د حساب او بدلې ورکولو مرحله پیل کیږي، الله تعالی فرماېلي دي: (بېشکه ته هم مړ کیدونکی یې او بېشکه دوی (هم) مړه کېدونکي دي - بیا بېشکه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې یو تر بله جګړه کوئ) (الزمر سورت: ٣٠-٣١ آيتونه).
نو کله چې انسان مړ شي داسې مرحلې ته انتقالیږي چې د هغه څخه پکې د هغه د دین په اړه پوښتنه کېدلی شي، او د هغه په کړنو به ورته بدلې ورکولی شي، الله تعالی فرماېلي دي: (كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَما الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُور) (هر ساه لرونکی د مرګ (خوند) څکونکی دی او یقېنا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه پوره (پوره) در کړی شي، نو څوک چې له اور (د جهنم) نه لرې کړی شو او جنت ته داخل کړی شو، نو یقېنا هغه کامیاب شو او دنیایي ژوند یواځې د غولېدلو سامان دی) (آل عمران سورت: ١٨٥ آیت).
کله چې د قيامت ورځ راشي نو الله تعالی به مړي له قبرونو څخه د قضاوت او ثواب لپاره راپاڅوي، نو مومنانو ته به باغونه او کافرانو ته به د جهنم اور په بدل کې ورکړل شي، الله تعالی فرماېلي: (َكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لاَ رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِير) همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي کړو د دې لپاره چې ته ام القری (مکه) وویروي او هغه څوک چې د دې ګېر چاپېره دي او ته دوی د جمع کېدلو له ورځې نه ووېروي چې هېڅ شک په کې نشته، یوه ډله به په جنت کې وي او بله ډله به په دوزخ کې وي) (الشورى:7 ).
د هدایت لورینه (نعمت): څوک چې د خپل پیدایښت په حکمت پوه شي، او د هغه انجام چې خلک یې د قیامت په ورځ انتظار کوي، نو په دې به یې پوخ یقین پیداشي چې تر ټولو لوی نعمت چې الله تعالی یې خپلو بندګانو ته ورکوي، د حق دین او د نیکو اعمالو ته د لارښوونې نعمت دی. له همدې امله الله تعالی خپلو بندګانو ته په لمانځه کې امر کړی چې له هغه څخه مستقیمې لارې ته د لارښوونې غوښتنه وکړي کومه چې د اسلام دین دی چې د الله تعالی رضا ته رسېدونکی ده.
د ځمکې جوړول یو له هغو پړاونو څخه دی چې انسان یې په خپل ژوند کې ترسره کوي، او د دې لوی کار د سرته رسولو لپاره الله پاک خپل طبیعت دې ته چمتو کړی ترڅو دا رول ترسره کړي ... دا بیان کړه چې انسان څرنګه کولی شي چې پرته له نورو مخلوقاتو دا ځمکه اباده کړي؟
له مرګ څخه وروسته د مخلوق د برخلیک د معلومولو ځینې عملي اغیزې ذکر کړئ؟
د ارزونې پوښتنې
اسلام څرنګه انسان په ټولو مخلوقاتو باندې غوره کړی؟
د انسان د پېداېښت هدف څه دی؟
د پېداېښت د پيل کېسه قرآن کرېم ولې په تفصېل سره بیان کړی؟
کله چې انسان مړ شي نو داسې یوې مرحلې ته انتقال شي چې د هغه نه پکې د هغه د دېن په اړه پوښتنه کېږي، او د هغه په عملونو بدلې ورکول کېږي.
د انسان د پېدایښت هدف د ځمکې آبادول او برابرول دي ترڅو پکې ژوند وکړي.
سم
ناسم
وروسته له دې چې تا د انسان د پېداېښت په هکله اسلامي مفهوم ولوست:
دا بیان کړه چې تاسو په کومه اندازه احساس کوئ چې هغه ستاسو د طبیعت او داخلي احساساتو سره موافق دی.
دویم لوست
اسلام څه شی دی؟
پیلیزه
اسلام: هغه دین دی چې الله جل جلاله په دې سره محمد - صلی الله علیه وسلم - رالېږلی دی، او دا د هغه څه غزول دي چې پخواني پیغمبرانو راوړي وو. د هغه اساس پر دې دی چې د عبادت مستحق معبود یو دی هېڅ شریک نه لري، او هغه الله جل جلاله دی، د هغه په پاچاهۍ کې د هغه لپاره هیڅ کوم مرستندوی نشته، او د هغه د بنده ګانو ترمنځ یې څوک واسطه هم نشته. خو زه ولې باېد اسلام قبول کړم؟ او آیا دا دین د ټولو خلکو لپاره دی او که یوازې د عربو لپاره خاص دی؟ او پېغمبر یې څوک دی؟ او آیا بل پېغمبر شته چې د دې نه به ورسته راشي؟
زه ولې مسلمان شم؟
کیدای شي ځېني خلک پوښتنه وکړي: زه ولې باید مسلمان شم؟
جواب یې دا دی چې: زه باېد د ځېنو سببونو له وجې مسلمان شم چې له هغې څخه ځینې یې دا دي:
لومړی: د اسلام دین هغه دین دی چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو لپاره غوره کړی، او د دې نه پرته بل هېڅ دین هم د چا څخه نه قبلېږي، الله تعالی فرماېلي: (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين) (او څوك چې له اسلام نه پرته (بل) دین ولټوي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دی) (آل عمران:٨٥ آیت).
دویم: اسلام د ټولو پېغمبرانو دین دی، او په ټولو پېغمبرانو په اېمان لرلو باندې امر کوي، او د دوی ترمنځ هېڅ توپير نه کوي. الله تعالی فرماېلي: تاسو ووایئ: مونږ په الله تعالی اېمان راوړی دی او په هغه څه چې مونږ ته نازل کړی شوي دي، او په هغه څه چې ابراهېم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل کړی شوي دي، (او مونږ اېمان راوړی دی) په هغه څه چې موسی او عېسی ته ورکړی شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) پېغمبرانو ته ورکړی شوي دي، مونږ په دوی کې د هېڅ یو په مېنځ کې فرق نه کوو، او مونږ خاص د هغه الله تعالی حکم منونکي یو. (البقرة:136 آیت). او د پېغمبرانو ترمنځ اختلاف په هغو قوانینو کې دی چې د بنده ګانو په کارونو پورې اړه لري، لکه چې الله تعالی فرماېلي دي: (لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) (مونږ په تاسو کې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرره کړې ده) (المائدة: ۴۸). یعنې: الله تعالی د هر یو امت لپاره یو دستور مقرر کړی چې هغه ته خپلې فېصلې کوي، او یوه لاره ده چې په هغې سره الله تعالی ته ځان نږدې کوي، نو د هر دین والا لپاره خاص حکمونه او خاص دستورونه دي چې د هغوی سره مناسب دي، لیکن د عقېدې له وجې، د ټولو پېغمبرانو عقېده یوه ده. بیا الله تعالی د خپلو پېغمبرانو او رسولانو وروستنی پېغمبر راولېږه نو په هغه سره یې د پېغمبرانو لړۍ ختمه کړه، او د هغه په قانون سره یې hسماني قانونونه ختم کړل، نو د اسلام نه پرته بل هېڅ دین هم د چا څخه نه قبلوي.
درېم: په اسلام کې ننوتل په دنیا کې د نېکبختۍ او په اخرت کې د خلاصون لار ده، نو په آخرت کې به هېڅ څوک نه خلاصېږي چې د محمد صلی الله علیه وسلم دعوت ورته رسېدلی وي مګر چې په هغه یې اېمان راوړی وي او د هغه تابعداري يې کړي وي، الله تعالی فرمایي: (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين) (او څوك چې له اسلام نه پرته (بل) دین ولټوي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دی) (آل عمران:85 آیت)، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: « په هغه ذات مې قسم دی چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی، زما د دعوت په اړه د دې امت یهودي او یا نصراني وانه وري، او بیا مړ شي، او زما په رسالت اېمان رانه وړي نو دا کس به د دوزخ له څښتنانو څخه وي». (مسلم روایت کړی ۱۵۳).
څلورم: بېشکه اسلام زما لویو پوښتنو ته زړه بښوونکي ځوابونه ورکوي: زه ولې دنیا ته راغلی یم؟ د کوم ځای څخه راغلی یم؟ او له مرګ څخه وروسته به چېرته ځم؟
پنځم: اسلام داسې یو دین دی چې فطرت سره برابر دی، د لوی ارزښت په پیل سره چې هغه د الله تعالی توحید دی، او په هغو ادابو ختمېدونکی دی چې نېکو برابرو اخلاقو ته ښوونه کوي.
بحث وکړه
اسلام څرنګه د ټولو پېغمبرانو دین کېدلی شي؟
د اسلام له ځانګړتیاوو څخه:
اسلام د نورو دینونو څخه په ځېنو ځانکړتیاوو سره ځانکړی دی، او د هغه سترې ځانکړتیاوې دا دي:
۱- اسلام نړیوال دین دی
د اسلام دین یوازې په عربو پورې خاص نه دی، بلکې دا هغه دین دی چې الله تعالی د ټولو انسانانو لپاره غوره کړی، او له دې وجې نه الله تعالی خپل پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته وېلي: (وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِين) (او مونږ ته نه يې لېږلی مګر د عالمونو لپاره رحمت) ( أنبیاء: ۱۰۷). نو بېشکه الله تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره عام رحمت ګرځولی، دوی ته د اېمان لار ورښايي، او خپل شرېعت یې په خلکو باندې د رحمت له کبله د ټولو شریعتونو څخه پراخه ګرځولی.
فایده
اسلام د خلکو عادتونو او رواجونو ته درناوی کوي او هغوی په دې نه مجبوروي چې خپل رواجونه دې بدل کړي مګر هغه څیز چې د اسلام د شعاېرو او ښوونو مخالف وي.
۲. 2. اسلام مخکني ګناهونه بخښي.
کله چې یو انسان په رېښتنې توګه اسلام ومني، نو بېشکه الله تعالی د پراخه مهربانۍ او رحمت څښتن دی نو هغه ته ټول مخکني ګناهونه بخښي، او دا د اسلام د ښېګڼو څخه دي. الله تعالی خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ویلي: (قُل لِلَّذِينَ كَفَرُواْ إِن يَنتَهُواْ يُغَفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ) (ته هغو کسانو ته ووایه چې کفر یې کړی دی، که چېرې دوی منع شي، (نو) دوی ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخکې شوي دي). (الأنفال: ۳۸ ). او یو سړی راغی غوښتل یې چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته مسلمان شي خو لېکن دا شرط یې کېښوده چې دې ته د ده مخکني ګناهونه وبخښل شي، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکړ او ورته یې وویل: «ایا ته نه پوهېږي چې اسلام مخکني تیر شوي ګناهونه له منځه وړي؟» مسلم روایت کړی (۱۲۱).
۳. اسلام وروستی دین دی
الله تعالی اسلام د پخوانیو آسماني قوانینو د سلسلې څخه ګرځولی، او د قیامت د قاېمېدو پورې یې د ټولو مخلوقاتو لپاره د دین په توګه غوره کړی، نو د ځمکې په سر د اسلام نه پرته بل حق دین نشته، الله تعالی فرماېلي: (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِين) (او څوك چې له اسلام نه پرته (بل) دین ولټوي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دی) (آل عمران:85 آیت).
بحث وکړه
تاسو هغو کسانو ته څرنګه ځواب ورکوئ چې ادعا کوي چې اسلام د عربو لپاره ځانګړی دین دی؟
د اسلام پېغمبر څوک دی؟
مسلمان دا عقېده لري چې بېشکه محمد - صلی الله علیه وسلم - د ټولو پېغمبرانو وروستی دی کوم چې الله تعالی ټولو خلکو ته رالېږلی و، چې هغوی یواځې د الله بنده ګۍ ته راوبلي، او دا چې د هغه نه وروسته بل پېغمبر نشته، الله تعالی فرماېلي دي: (مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا) (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار ندى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دی) (الاحزاب: ۴۰).
د دین زده کړه:
په مسلمان باندې واجب دی چې د خپل دین هغه اساسي څیزونه زده کړي كومو ته چې اړتیا لري، تر څو د خپل رب بنده ګي په پوهي سره وکړي.
پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - دين باندې د ځان پوهولو په اړه ترغیب ورکړی، نو فرماېلي دي: "الله تعالی چې چا ته د خیر اراده وکړي نو په دين کې پوهه ورنصیب کوي" امام بخاري روایت کړی (۷۱).
پېغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د شرعي علم زده کړه جنت ته د ننوتلو لار ده، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي: "څوک چې په داسې لاره روان شو چې علم یې پکې لټاوه، الله تعالی به ورته د دې په وجه جنت ته لاره اسانه کړي". امام مسلم روایت کړی (۲۶۹۹).
اضافي مطالعه
د دې لپاره چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - د ژوند په اړه ښه پوه شي د محمد رسول الله په نوم کتاب ولوله، کوم چې په (أصول بعدة لغات عالمية) اصول په نړیوالو ژبو سټور کې موندلی شي.
د کتاب راښکته کولو (ډاونلوډولو) لپاره بارکوډ سکین کړئ
ډېر داسې کتابونه شته چې له هغو څخه مسلمان د خپل رب د عبادت لپاره د خپل دین احکام زده کولای شي، او د دې غوره کتابونو د لاسته راوړنې لپاره باید له متخصصینو لارښوونه وغوښتل شي.
په اسلام کې د غوروالي معیار:
الله تعالی د خپلو بندګانو تر منځ د غوروالي لپاره د ایمان او تقوا معیار ټاکلی دی، نو د مسلمانانو تر منځ توپیر د دوی د ایمان په پیاوړتیا کې دی، نه د دوی په شکل، نه د دوی په نسب، نه د دوی په رنګ او نه د پیسو پر اساس، الله تعالی فرماېلي: (يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير) (اې خلكو! بېشکه مونږ تاسو له یوه سړي او له یوې ښځې پیدا کړي یاستۍ، او مونږ تاسو څانګې او قبېلې ګرځولي یاستۍ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنۍ، بېشکه د الله تعالی په نېز په تاسو کې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دی، بېشکه الله تعالی ښه پوه، ښه خبردار دی) (الحجرات: ۱۳ ).
او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: "اې خلکو! بېشکه ستاسو رب یو دی، او پلار مو یو دی، خبردار! عرب په عجم او عجم په عرب باندې، سور په تور او تور په سور باندې غوره والی نه لري مګر په پرهېزګارۍ سره". بیهقي په شعب الایمان کې روایت کړی (۴۷۷۴).
د اسلام رکنونه:
د اسلام دین په پنځه رکنونو ولاړ دی:
په هر مسلمان باندې لازم دی چې په دې پنځه رکنونو پابندي وکړي تر څو یې اسلام برابر شي، ځکه چې په دې رکنونو کې په یو کې هم کوتاهي ستا اسلام ته ضرر رسوي.
دوه ګواهیانې
ګواهي د دې خبرې چې نشته حق معبود مګر یوازې الله تعالی دی او بېشکه محمد د الله تعالی پېغمبر دی
د لمانځه قاېمول
په مسلمان باندې واجب دي چې په ورځ کې پنځه لمونځونه وکړي، او د هغه شرحه به راشي.
د رمضان د میاشتې روژه
د زکات ورکول
د الله تعالی د کور حج کول
وروسته د دې نه چې تا دا ویډیو کلېپ وکتلو (د مسلمان نوی ژوند Muslim's new life ) د هغه څیز په اړه کې خبرې وکړه چې تا په اسلام باندې نور هم مضبوطوي:
د ویډیو کلېپ لېدلو لپاره بارکوډ سکن کړه
د دین هغه اساسات کوم دي چې یو مسلمان یې باید زده کړي تر څو د الله تعالی بنده ګي په هغه شکل وکړي کوم چې هغه ورته امر کړی؟
د اسلام دین دې لارښوونو ته شامل دی:
ا) اخلاقي.
ب) علمي.
ج) عملي.
د) ټول سم دي.
د اسلام د رکنونو شمېر:
ا) ۶
ب) ۵ ج) ۴
د) ۳
وروسته له دې نه چې الله تعالی بنده ته په اسلام کې د داخلیدو توفیق ورکړ، نو په هغه باندې لازم دی چې د دېن هغه اساسات زده کړي د کومو په وجه چې وکولی شي د الله تعالی بنده ګي وکړي.
سم
ناسم
دریم لوست
زه څنګه مسلمان شم؟
پیلیزه
د نوي مسلمان لپاره تر ټولو په زړه پورې شېبې چې هغه یې نشي هېرولی، د دوو شهادتونو په ویلو سره په اسلام کې د داخلېدو شېبه ده، په دې اعلان سره هغه د ټولو نه مخکې د خپل ځان لپاره دا اعلانوي چې سبا ته به هغه بل حوک وي، او هغه له دې شیبو وروسته د حق د پېژندنې او په هغه د مضبوطېدو په لور لومړي ګامونه پورته کړل. او په دې درس کې مونږ د شهادتېنو (د وو ګواهیانو) په معنا او د هغو په اړتیاوو ځانونه پوهه وو.
دوه ګواهیانې:
الله تعالی په اسلام کې د ننوتلو لپاره کلید (چابی) د دوو ګواهیانو ویل ټاکلی دی، او هغه دا دي: أشهد أن لَّا إله إلا الله. وأشهد أن محمدًا رسول الله. پدې معنا چې زه ګواهي ورکوم چې د الله پرته بل معبود نشته. او ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی.
د دوو ګواهیانو څه معنا ده؟
لومړی: د لا إله إلا الله د ګواهۍ ورکولو معنا
د (أشهد ألا إله إلا الله) معنا: یعنې زه پوخ یقین لرم چې داسې بل څوک معبود نشته چې د بنده ګۍ لاېق وي مګر یوازې الله تعالی دی.
او په دې ګواهۍ کې دوه شیان شامل دي
لومړی
د الله تعالی پرته له بل چا نه د خدایتوب نفي کول
دویم:
الله تعالی لره د خدایتوب ثابتول
د اسلام د دین اصل چې د ټولو پیغمبرانو دین دی: یوازې د الله تعالی عبادت، او له هغه پرته په هر هغه شي کفر کول دي چې عبادت یې کیږي. الله تعالی فرماېلي: (وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُون) (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، نو تاسو زما عبادت كوئ). (الأنبیاء: ۲۵ ).
په هیڅ صورت کې روا نه دی چې د الله جل جلاله پرته د بل چا پر خدایتوب ایمان ولرئ، او په هر ډول عبادت باندې له الله تعالی پرته بل چا ته نږدې کیدل روا نه دي.
دویم: د محمد رسول الله د ګواهۍ ورکولو معنا
د (أشهد أن محمدًا رسول الله) معنا دا ده: یعنې زه پوخ یقین او عقېده لرم چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پېغمبر دی، او هغه د ټولو پېغمبرانو وروستی پېغمبر دی، نو د هغه نه وروسته بل پېغمبر نشته، او بېشکه د هغه پېغمبري د ټولو خلکو لپاره ده، الله پاک فرماېلي دي: (تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرً) برکتونو والا دی ھغه ذات چی نازل کړی یې دی فرقان - فرق کوونکی په مابین د حق او باطل کې - پخپل بنده باندې د دې لپاره چې د عالمونو (انسانانو او پيریانو) لپاره وېره ورکوونکی شي. (الفرقان: ۱)
تمرېن
وروسته لدې نه چې ته د (محمد رسول الله) په نامه کتاب ته راوګرځېدلې، د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه راتلونکي پيژندګلوي معلومات ولېکه:
د کتاب راښکته کولو (ډاونلوډولو) لپاره بارکوډ سکین کړئ
نوم یې:
نسب یې:
پېداېښت یې:
روزنه یې:
پېغمبري یې:
هجرت یې:
وفات یې:
د دوو ګواهیانو اړتیاوې :
يوازې د دوو شهادتونو تلفظ کافي نه دی، بلکې د هغو په مانا پوهېدل او په هغه څه عمل کول چې د دې دواړو د وجې نه لازمېږي. د (له الله پرته بل معبود نشته) د ګواهۍ نه په هغه څه باندې کفر کول لازمیږي چې له الله تعالی پرته یې بنده ګي کېږي، او یوازې په الله تعالی باندې اېمان لرل او یوازې هغه د عبادت وړ ګڼل، او د هغه په بنده ګۍ کې اخلاص کول دي. الله تعالی فرماېلي دي: (ِ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا) (نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انکار وکړ او په الله یې اېمان راوړ، نو یقېنا ده ډېره مضبوطه کړۍ ټېنګه ونېوله، چې هغې لره هېڅ پرېکېدل نشته) (البقرة:256 آیت). د (محمد د پېغمبرۍ) د ګواهۍ په وجه په انسان دا لازمېږي چې: د هغه تصدیق وکړي په هغه څه کې چې هغه پرې خبر ورکوي، او د هغه تابعداري وکړي په هغه څه کې چې هغه پرې امر کوي او یا ترې منع کوي، او د الله تعالی بنده ګي به نه کیږي مګر په هغې طرېقې چې هغه راوړى وي.
بحث وکړه
ولې په (لا إله إلا الله) ګواهۍ ورکول د نورو معبودانو چې عبادت یې کېږي کفر کول لازمېږي؟
له خپلو ملګرو سره د هغو دلایلو شمیره شریک کړه چې ولې ځینې خلک د ډول ډول خدایانو اختراع کولو ته لیواله دي او خلک د دوی عبادت ته رابلي..
د هغو عقلي دلیلونو څخه چې د الله تعالی پېغمبر؛ ابراهیم علیه السلام پرې خپل قوم ته دلیل وړاندې کړ کله چې یې ترې پوښتنې کولې: (ایا تاسې د هغه څه بنده ګي کوئ چې تاسو یې (پخپله) تراشئ) (الصافات: ۹۵)
د ارزونې پوښتنې
سم
ناسم
کله چې ته پوه شوې چې الله تعالی د دې کاېناتو معبود دی نو بېشکه دا په اسلام کې د ننوتلو لپاره کافي دی:
د محمد رسول الله د پېغمبرۍ په ګواهۍ کې دا کافي ده چې هغه ومنم او تابعداري یې ونه کړم:
وروسته د دې نه چې تا دغه ویډیو کلېپ ولېدلو (محمد څوک دی؟ ?Who is Muhammad ) د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لویۍ په اړخونو خبرې وکړه، او هغه لارې چارې وڅېړه چې د اسلام د ښمنان یې د هغه د سپېڅلي انځور د خرابولو لپاره کاروي.
د دې پاڼې «Jesus in Quran - jesusandquran.com» په کتلو سره، د محمد صلی الله علیه وسلم له عیسی علیه السلام سره د تړاو په اړه خبرې وکړه.
د ویب سایټ د لېدلو لپاره بارکوډ سکن کړه
څلورم لوست
ایمان
پیلیزه
کله چې یو مسلمان د قرآن کریم تلاوت کوي یا لمونځ کوي یا د الله تعالی نوره بنده ګي کوي، نو د آرام او ډاډ احساس کوي، دا احساس ځېني خلک د زړه سکون او نېکبختۍ ډیرو لوړو مرتبو ته رسوي کوم چې د ایمان د هغو اثارو څخه دي چې انسان دې ته اړ باسي چې یو مسلمان خپله ټوله زنده ګي الله تعالی لپاره وګرځوي داسې چې د هغه اوامر پکې په مېنه او محبت سره سر ته رسوي، او د هغه له نواهيو څخه په مطلقې تابعدارۍ سره ځان ساتي. او په دې لوست کې به مونږ د ایمان د مفهوم، رکنونو او ګټو په اړه ځان پوه کړو.
اېمان څه شی دی؟
اېمان: په زړه او ژبه باندې هغه څه رېښتیا ګڼل چې د الله تعالی له طرفه راغلي، او په مېنه، امېد، او وېرې سره هغه ته زړه ته تسلېمول، او په دې طرېقې سره په اندامونو عمل کول دي، الله تعالی فرمايلي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوک چې کفر وکړي په الله او د هغه په ملاېكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره). ( النساء: ۱۳۶).
بحث وکړه
د امید او وېرې ترمنځ څه فرق دی؟
د اېمان ستنې (رکنونه):
اېمان په شپږو ستنو ولاړ دی، او هغه دا دي:
۱. په الله تعالی اېمان لرل: نو مسلمان په الله تعالی او د هغه په نومونو او صفتونو باندې اېمان لري، او په دې خبره چې بېشکه هغه د دې سترو کاېناتو پالونکی دی، او هغه یوازې د دې کاېناتو پېداکوونکی دی، مالک د ټولو هغو شیانو دی چې په دې کې دي، او د هغوی د چارو سمبالوونکی دی، خپلو بنده ګانو ته روزي ورکوونکی دی، او په دې خبره اېمان او یقین لري چې له هغه پرته داسې بل خدای نشته چې د بنده ګۍ حقدار وي، او یقېنا هغه د کمال په صفتونو ستایل شوی.
۲. په ملاېکو اېمان لرل: نو مسلمان د عزتمندو ملاېکو په شتون اېمان لري، او یقېنا الله تعالی هغوی پيداکړي دي، او هغوی د الله تعالی بنده ګي کوي، څه امر چې ورته کوي په هغه کې یې نافرماني نه کوي، او د هغوی په هغو صفتونو او دندو اېمان لري کومې چې په قرآن او حدیث کې راغلي.
۳. په رالېږل شویو کتابونو اېمان لرل: نو مسلمان په دې اېمان لري چې بېشکه الله تعالی د خپل طرفه خپلو بنده ګانو ته په خپلو پېغمبرانو کتابونه را نازل کړي، هغه یې د خلکو د لارښووني او هغوی ته د خپل دین د طرېقو د ښودلو لپاره را نازل کړي، او د هغو کتابونو څخه دا داي چې الله تعالی په موسی بن عمران علیه السلام باندې تورات را نازل کړي، او زبور یې په داود علیه السلام، او انجیل یې په عیسی ابن مریم علیهما السلام، او قرآن کریم یې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل کړی، او بېشکه قرآن کریم د ټولو وروستنی او د ټولو محافظ دی.
۴. په ټولو پېغمبرانو علیهم السلام اېمان لرل: نو مسلمان په دې باندې اېمان لري چې بېشکه الله تعالی ټولو قومونو ته خپل پېغمبران لېږلي، او هغوی یې په معجزاتو باندې مضبوط کړي کومې چې د دوې په ريښتینولۍ دلالت کوي، د دې لپاره چې مسلمانانو ته زیرې ورکړي، او کافران ووېروي، او خپل قوم ته د دین طرېقې ورښايي، او چا ته چې لېږل شوی باید تابعداري یې وکړي، او محمد صلی الله علیه وسلم د هغوی اخرنی او وروستنی پېغمبر دی.
۵. د اخرت په ورځ اېمان لرل: نو مسلمان د قیامت په ورځې اېمان لري، او په دې چې بېشکه الله تعالی به په دغه ورځ مړي د خپلو قبرونو څخه راوباسي، او د هغوی په کړنو به ورسره حساب کتاب کوي، او په هغې به ورته بدلې ورکوي، نو ځېني د دوی نه به جنت ته ننوځي، او ځېني د دوی به جهنم ته ننوځي.
۶. په تقدیر باندې اېمان لرل: نو مسلمان په ټولو هغو څه اېمان لري چې په دې دنیا کې کېږي که خیر وي او که شر دا ټول د الله تعالی په تقدیر باندې دي، او په دې ټولو الله تعالی پوهېږي، او په لوح محفوظ کې یې لېکلي، او په دې دنیا کې هغه څه کېږي چې الله تعالی یې غواړي.
الله تعالی سره شرک کول:
د الله تعالی نه پرته په بل چا کې د خدایتوب عقېده لرل، او یا بل چا ته د بنده ګۍ په څه شي باندې ځان نېږدې کول، او دا ډېره لویه ګناه ده، او غټه سرغړونه ده، چې الله تعالی یې نه بخښي، لکه چې الله تعالی فرماېلي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشکه الله تعالی نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې یې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله) (النساء: ۴۸).
د کتاب او سنت نه مراد: قرآن کریم او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم حدیثونه دي، چې دا دواړه په اسلام کې د قانون جوړونې دوه اصلي سرچېنې ګڼل کېږي.
اللوح المحفوظ: دا هغه کتاب دی چې الله تعالی پکې ټول هغه څه لېکلي کوم چې د قیامت د ورځې پورې د بنده ګانو لپاره مقرر شوي.
د اېمان ګټې (ثمرې):
د اېمان ډیرې ګټې دي، له هغو څخه:
- د نفس ډاډ: ایمان د مومن روح ته ډاډ ورکوي، له الله او د هغه له تقدیر څخه راضي وي، او له الله تعالی پرته بل له هېچا څخه نه وېرېږي.
- د الله تعالی پېژندنه: نو مومن خپل رب پېژني داسې پېژندنه چې د هغه تعلق د خپل رب سره زیاتوي، نو د هغه نومونه، صفتونه او کړنې پېژني.
- الله تعالی لوی ګڼل: نو مومن چې کله خپل رب وپېژني د هغه لويي او عزت پکې نور هم زیاتېږي، او هومره یې مېنه او امید زیاتېږي، او په هماغه اندازه له هغه څخه یې وېره هم زیاتېږي.
- په بنده ګانو باندې د الله تعالی د مهربانۍ احساس کول: بېشکه الله تعالی هغوی ته پېغمبران رالېږلي او هغوی ته یې کتابونه رالېږلي، د دې لپاره چې خلک د حق دین لوري ته هدایت شي.
- د ملاېکو سره مېنه کول: ځکه چې هغوی د الله تعالی بنده ګي او تابعداري کوي.
- د پېغمبرانو سره مېنه کول: بېشکه الله تعالی هغوی د دې لپاره غوره کړي چې خلکو ته د هغه پېغام ورسوي.
- په بنده ګۍ کې زیار ویستل: نو هر څومره چې اېمان قوي کېږي هغومره د انسان بنده ګي زیاتېږي.
- ښاېسته ژوند: نو مومن په هغه څه راضي وي چې الله تعالی هغه ته مقرر کړی وی، او په دې هم پوهېږي کله چې دنیا کې هغه ته کوم مصېبتونه رسېږي د هغه لپاره د درجو لوړوالی دي، او د دې د ګناهونو رژوونکي دي، لکه څرنګه چې دا د هغو نعمتونو امید لري کوم چې الله تعالی په اخرت کې مومنانو لره تیارې کړي.
- په دنیا باندې نه دوکه کېدل: ځکه چې دنیوي ژوند موقت دی، او دا د اخرت د تل پاتې ژوند لپاره لاره ده.
- د دروغو او خرافاتو معلومول: ځکه چې اېمان ډېری دغه خرافات راښکاره کوي او باطلوي يې.
- جنت ته ننوتل: نو هغه د تل پاتې نعمتونو کور دی کوم چې هېڅکله نه ختمېږي، او بېشکه الله -تعالی- دغه د خپلو مومنانو بنده ګانو لپاره ځانګړی کړی دی.
تقدیر: دا په ازل کې د الله تعالی له طرفه د څیزونو اندازه کول دي، او د هغه پوهه په دې چې دا به په معلومو وختونو کې، په ځانګړي کېفیت واقع کېږي.
زما یاداښت
د ایمان ځیني ګټې چې په اسلام کې له داخلیدو وروسته مو احساس کړي دي ولیکئ:
په رسولانو د ایمان راوړلو معنا دا ده چې ته یوازې د محمد - صلی الله علیه وسلم- په رسالت ایمان ولرې:
سم
ناسم
د دې ویډیو کلېپ (?Who is Allah) (الله څوک دی؟) له لیدو وروسته د خالق د عظمت په اړه خبرې وکړئ.
دا ویډیو کلېپ وګورئ (The Six fundamentals of faith) (د عقیدې شپږ اساسات) او هغه اغیزې لیست کړئ چې تاسو یې د ایمان له شپږو رکنونو څخه په هر یو کې د خپل ایمان څخه ترلاسه کوئ.
شخصي ارزونه
تعليمي موخه
د ارزونې کچه
نه
کمزوری
ښه
عالي
۱. آیا تا د انسان د وجود په اړه د پوښتنو ځوابونه وپېژندل؟
۲. آیا ته کولی شې د اسلام معنا په ساده ډول تشریح کړې؟
۳. آیا ته اسلام ته د داخلېدو طرېقه پېژنې؟
۴. آیا ته د دوو ګواهیانو په معنا پوهېږې؟
۵. آیا ته کولی شې د دوو ګواهیانو لازم څیزونه شرحه کړې.
۶. آیا ته د اېمان رکنونونه (ستنې) پېژنې؟
۷. آیا ته په الله تعالی د اېمان لرلو معنا شرحه کولی شې؟
۸. آیا ته په ملاېکو د اېمان لرلو معنا شرحه کولی شې؟
۹. آیا ته په رالېږلو شویو کتابونو د اېمان لرلو معنا شرحه کولی شې؟
۱۰. آیا ته په پېغمبرانو د اېمان لرلو معنا شرحه کولی شې؟
۱۱. آیا ته کولی شې د آخرت په ورځ د اېمان لرلو معنا شرحه کړې؟
۱۲. آیا ته کولی شې په تقدیر د اېمان لرلو معنا شرحه کړې؟
۱۳. آیا ته پوهېږې چې دوه ګواهیانې څنګه په سمه توګه تلفظ کړې؟
۱۴. آیا ته پوهېږې چې نوی مسلمان څنګه خپل اېمان پیاوړ کړي؟
۱۵. آیا ته په زړه کې د اسلام له دین سره د مینې احساس کوې؟
دویم فصل
قرآن کریم
د فصل لوستونه:
لومړی لوست
قرآن کریم وپېژنه
پیلیزه
کله چې الله جل جلاله پېغمبران د هغوی د قومونو د بلنې لپاره راولېږل، نو دوی ته يې داسې معجزې ورکړې چې په وسيله يې خپل قوم ته د نبوت حق ثابت کړي، خو د پېغمبرانو معجزې د هغوی په مړینې سره پای ته رسېدلې، پداسې حال کې چې د اسلام د پېغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم- لپاره الله تعالی ښکاره معجزه د هغه د قوم او د ټولو خلکو لپاره رالیږلې ده چې هغه (د الله غالب کتاب - قرآن کریم- دی) چې د ساتلو ذمه واري یې الله تعالی د هغه له مرګ نه وروسته هم کړې ده. او په دې لوست کې مونږ د قرآن کریم ځېني ادبونه او فضیلتونه پېژنو.
قرآن کریم څه شی دی؟
قرآن کریم د الله - تعالی - هغه کلام دی چې په خپل پېغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - یې نازل کړی دی، او هغه د الله - تعالی - وروستی رالېږل شوی کتاب دی، د هغه نه وروسته بل کتاب نشته.
د قرآن کریم د لوستلو فضیلت:
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې د الله تعالی له کتاب څخه یو حرف ولوست، نو دې لره په دې باندې یوه نېکي ده، او یوه نېکي په لس چنده ده، زه نه وایم: (الم) یو حرف دی، بلکې الف حرف دی، لام حرف دی، او میم حرف دی». ترمذي په سننو کې په صحیح سند سره روایت کړی ( ۲۹۱۰ شمېره حدیث). او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: «قرآن کریم ولولئ، ځکه چې دا به د قیامت په ورځ د خپلو لوستونکو لپاره سپارش کوونکی وي» مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی (۸۰۴ شمېره حدیث)
نازل شوي کتابونه: دا هغه کتابونه دي چې الله تعالی په خپلو پېغمبرانو رانازل کړي دي.
مسلمان په دې کتابونو باور لري او یقینا چې دا د الله تعالی لخوا نازل شوي دي، او دا چې الله تعالی پدې سره وینا کړې ده څرنګه چې د هغه د شان سره مناسب وي، او لدې کتابونو څخه ځېني دا دي: زبور: کوم چې په داود - علیه السلام - نازل شوی، تورات: کوم چې په موسی - علیه السلام - نازل شوی، انجیل: کوم چې په عیسی - علیه السلام - نازل شوی، او د زمانې په اوږدو کې په دې کتابونو کې تحریف او بدل شوي دي.
قرآن کریم د روح او عقل غذا ده:
قرآن کریم د انسانانو عقلونه او روحونه په برابره توګه مخاطب کړي، نو هغه عقل لدې لارو مخاطب ګرځولی:
د قضیو په اړه عقلي استدلال، الله تعالی فرماېلي: (که چېرې په دغو (ځمکه او اسمان) کې له الله تعالی نه پرته نور معبودان وی (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالک؛ پاک دی له هغو خبرو چې دوی یې بیانوي) (الأنبياء:22 آیت). د عقل په کار اچوونې ته رابلل او همدارنګه په دلیلونو او معجزو کې فکر کول، الله تعالی فرماېلي: (كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُون) (الله تعالی همداسې ستاسو لپاره آیتونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو ښه فکر وکړئ) (البقرة:219 آیت).
د هغه چا بدي بیانول چې د عقل څخه استفاده نه کوي، او فکر پرې نه کوي، الله تعالی فرماېلي: (أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلا) (آیا ته ګومان کوې چې په رښتیا د دوی زیاتره اوري، یا له عقل نه کار اخلي، دوی نه دي مګر په شان د څارویو بلکې دوی د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي) (الفرقان: ۴۴).
او د دوی روحونه او احساسات د دې لارې نه په ګوته کوي:
د احساساتو څرګندول، او روښانه کول، او په ډیرو حالاتو کې د هغې انځورول، الله تعالی فرماېلي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِّلّهِ) (او په خلکو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره داسې مینه كوي لکه له الله تعالی سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړی دی؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي) (البقرة: 165 آيت).
د انساني احساساتو په اړه یادونه، او د هغې د ښه او بد پایلو بیان، الله تعالی فرماېلي: (وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُوَاْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُون) (او خامخا لازما به ته له مومنانو سره په دوستۍ کې تر ټولو خلکو زیات نږدې هغه کسان مومې چې ویلي ېې دي: مونږ نصرانیان یو، دا ځکه چې په دوی کې په رښتیا عبادت کوونکي عالمان او راهبان دي او دا ځکه چې واقعا دوی تکبر نه کوي) (المائدة : ۸۲ ).
دعوت کې په مهربانۍ او نرمۍ باندې امر، الله تعالی فرماېلي: (ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) (د خپل رب لارې ته په حکمت او ښکلي نصیحت سره بلنه کوه او له دوی سره په هغې طرېقې سره مجادله (مباحثه) کوه چې هغه تر ټولو ښه وي) (النحل: ۱۲۵).
- د احکامو په آیتونو کې ایماني معناوې شاملې دي، الله تعالی فرماېلي دي: (كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ) (له دې نه مخکې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله تعالی فضل وکړ) ( النساء : ۹۴ ).
د هغو کلېمو کارول چې په نفس باندې اثر کوي، او ريښتني احساسات راپاروي، الله تعالی فرماېلي: (أَلاَ تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُم) (آیا تاسې دا خوښ نه ګڼئ چې الله تعالی تاسې ته بخښنه وکړي) (النور: ۲۲).
او کله نا کله عقلي او روحي دواړه خطابونه په یو ایت کې سره یوځای کوي، د عقل سره مباحثه کوي او قناعت ورکوي، په عین وخت کې احساسات راپاروي، الله تعالی فرماېلي: (يَاأَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُون) (اې خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او زمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ). ( فاطر : ۳ ).
بحث وکړه
تا د اسلام نه مخکې کوم آیتونه مطالعه کړي؟ او په تا باندې یې اثر څرنګه و؟
قرآن کریم د ژوند تګلاره ده:
قرآن کریم د الله تعالی کلام دی، هغه ذات چې ټول خلک یې پیدا کړي دي، او هغه په دوی باندې د دوې د ځانونو څخه هم ډیر خبر دی، او ډیر خبر دی په هغه څه چې دوی ته ګټه او یا ضرر رسوي، لدې امله الله - تعالی - قرآن کریم -دټولو رالېږل شوو کتابونو روستی کتاب- د تګلارې کتاب ګرځولی، کوم چې د خلکو لپاره د هغوی د ژوند تګلاره جوړوي.
او دا خبره د لاندې ټکو څخه څرګندېږي:
- د درملنې پراخوالی: دا د انساني ژوند درملنه په دریو برخو کې کوي: شخصي، کورنۍ او ټولنیزه.
- د هغه د مضوعاتو شمولیت: او هغه د عقایدو، عبادتونو، عادتونو، اجتماعي او مالي اړېکو، عقلي، احساساتي او بدني اړخونو، بین المللي اړیکو، د جنګ او سولې وختونو، او نورو ته شاملیږي.
- انصاف: دا داسې کتاب دی چې په هر حال کې په عدل او انصاف باندې امر کوي، حتا د دښمنانو سره هم، او په هر شکل باندې د ظلم نه منع کوي.
قرآن کریم د خلکو لپاره د هغوی د ژوند تګلاره جوړوي، او هغوی ته دهغوی حقونه او دندې بیانوي، او هغوی ته د هغوی حقونه او په هغوی چې څه لازم وي ورښايي، په خورا نرمۍ سره چې د هغه قانون د هر وخت او ځای لپاره مناسب وي.
پر مسلمان باندې لازمه ده چې د قرآن کریم تلاوت کولو او د هغه د احکامو یادولو باندې ټینګار وکړي.
په قرآن کریم کې د پېغمبرانو کيسې:
قرآن کریم د پخوانیو پېغمبرانو او د هغوی د قومونو له کېسونو نه ډک دی، له آدم علیه السلام نه په پېل سره، او ورپسې نوح، هود، صالح، شعیب، ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب، موسی، عیسی علیهم السلام، او همدارنګه نور پېغمبران او رسولان. قرآن کریم د دوی کېسې د حکمتونو پر اساس ذکر کړي، چې ځېني یې دا دي:
. د دې خبرې بیان چې د ټولو پیغمبرانو دین یو دی، چې اساس یې د الله تعالی یووالی دی.
. د محمد - صلی الله علیه وسلم - تسلي او کلکوالی، د هغه سره چې خلکو څه کړي وو له هغه نه مخکې پېغمبرانو سره هم شوي وو.
. د مسلمانانو د تسلۍ لپاره چې دوی ته څه مصېبت او سختیانې رسېږي د الله تعالی عزتمندو بنده ګانو ته د دوی نه مخکې رسېدلي دي.
. د دې څخه عبرت اخېستل، ځکه چې دا حقیقي او واقعي کیسې دي.
تمرېن
د راتلونکو عبارتونو څخه یو عبارت په خپله مناسبه خانه کې د تړاو له مخه کېږدئ:
د الله تعالی وینا
خپلو ویونکو لره به سپارش کوي.
په دعوت کې په نرمۍ او مهربانۍ باندې امر کوي.
د عقل څخه کار اخېستلو ته بلنه ورکوي.
داسې الفاظ استعمالوي کوم چې په نفسونو کې اثر کوي.
په نازل شوو کتابونو کې وروستی کتاب دی.
پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې رانازل شوی.
د قرآن کریم له ځانګړتیاوو څخه:
د قرآن کریم له فضیلتونو څخه:
قرآن کریم
د قرآن کرېم اعجاز
د عربو کافرانو د قرآن کریم نه انکار وکړ، نو الله تعالی هغوی وننګول چې د دې په څیر کتاب، یا د دې په څیر یو سورت، یا د دې په څیر لس آیتونه راوړي، نو دوی د دې نه عاجز پاتې شول.
د سورتونو شمیر یې:
۱۱۴ سورتونه دي.
سرچېنه يې
الله - تعالی - د جبریل -علیه السلام- په واسطه پر محمد - صلی الله علیه وسلم - باندې نازل کړی.
نازلېدل یې
الله تعالی په مکه او مدینه کې د ۲۳ کلنو په موده کې جلا جلا رانازل کړی.
ژبه یې
الله تعالی په عربي ژبه رانازل کړی.
د آیتونو شمیر یې:
۶۲۳۶ آیتونه.
نومونه یې:
الله تعالی په قرآن، کتاب، فرقان او ذکر سره نومولی، او نور نومونه یې هم شته.
سترې او مهمې موضوعګانې يې:
د هغو مهمو موضوعاتو له جملې څخه چې په قرآن کریم کې تحلیل شوي دي:
. د الله تعالی پر یووالي باندی بحث او هغه سره د شرک کولو رد.
. د کایناتو په اړه وینا کول د هغه د جوړوونکي په ښه جوړونې باندې دلالت کوي.
. د قرآن کریم کېسې د عبرت او پندونو نه ډکې دي.
. د پیدایښت د پیل او له مرګ وروسته د خلکو د راژوندي کیدو او د هغوی د عملونو د بدلې ورکولو په اړه وینا.
. د مومنانو لپاره د روزنې او قانون جوړونه.
قرآن کریم په مساېلو کې د عقلي استدلال له لارې عقل ته خطاب کوي.
سم
ناسم
الله تعالی ولې قرآن کریم نازل کړی؟
دا ویب سایټ وګوره «alnaba.ws» بیا ځیني هغه دلیلونه بیان کړه چې د قرآن کریم په ريښتنولۍ او د هغه په اثبات دلالت کوي، او د هغه د معجزو ځیني اړخونه په ګوته کړه.
الله تعالی قرآن کریم رانازل کړی دی په:
أ) ټولو پېغمبرانو.
ب) محمد ﷺ .
دویم لوست
د لنډو سورتونو تفسیر
پیلیزه
الفاتحه سورت د قرآن لوی او ستر سورت ګڼل کېږي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو احادیثو کې د هغې په فضیلت او عظمت ټینګار کړی، دا هغه سورت دی چې هر مسلمان یې باید په یادو حفظ کړي، ځکه چې دا یوازینی سورت دی چې باید په هر لمانځه کې یې تلاوت وشي، او په دې لوست کې به لدې سورت سره آشنا شو، آیاتونه به یې حفظ کړو او معناوې به یې زده کړو، او همدارنګه به د قرآن کریم یو شمیر لنډ سورتونه زده کړو کوم چې سترې معناوې لري.
الفاتحه سورت:
د سورت معنا:
(بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيم) د قرآن کریم لوستل د الله تعالی په نوم سره پېلوم او د هغه نه مرسته غواړم، (الله) په حقه سره د بنده ګۍ حقدار، د عامې مهربانۍ په ځانګړتیا سره یاد شوی چې ټولو مخلوقاتو ته شامله ده، او په خپلو مومنانو بنده ګانو خاص مهربان دی.
(الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِين) (ټول ثنا او صفت خاص الله تعالی لره دي چې پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی). د الله تعالی ستاینه کول د هغه په بشپړو صفتونو سره، او د هغه په نعمتونو سره په ټولو خلکو، نو یوازې هغه د هر ډول ستاېنې حقدار دی، او هغه د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، کوم چې یې د نشت څخه پیدا کړي دي، او د هغوی د چارو سمبالونکی دی، او د هغوی د حالاتو سموونکی دی.
(الرَّحْمـنِ الرَّحِيم) (عام مهربان دی، خاص مهربان دی). الرحمن: د ټولو مخلوقاتو لپاره په عامه مهربانۍ سره یاد شوی دی، او الرحیم: د مومنانو لپاره په خاصه مهربانۍ یاد شوی دی.
(مَـالِكِ يَوْمِ الدِّين) (څښتن دی د ورځې د بدلې) د قیامت د ورځې څښتن دی، چې د عملونو د حساب او په هغې د بدلې ورکولو ورځ ده.
(ِإيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِين) (خاص ستا بنده ګي کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو) ربه یوازې ستا بنده ګي کوو، او یوازې خاص ستا نه په ټولو چارو کې مرسته غواړو، ځکه چې د ټولو چارو واک ستا په لاس کې دی.
(اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيم) (مونږ ته سمه نېغه لاره وښایه) مونږ ته د سمې لارې ښودنه وکړه، او مونږ په هغې باندې کلک کړه تر هغه چې تا سره مخ شو، او هغه اسلام دی، هغه ښکاره لاره چې ستا خوښۍ او جنتونو ته رسوونکې ده.
(صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّين) (لاره د هغو کسانو چې تا په هغوی باندې نعمت کړی، نه لاره د هغو کسانو چې په هغوی باندې غضب کړی شوی او نه (لاره) د ګمراهانو). او دا لاره د هغو خلکو ده چې تا په هغوی باندې پېرزوینه کړی له پېغمبرانو او د هغوی له ملګرو څخه او هغه څوک چې د هغوی په لاره تللي، نو خاص هغوی د هدایت او استقامت خاوندان دي.
او مونږ د هغه چا د لارې نه لرې وساته چې تا په هغوی باندې غضب رانازل کړی، ځکه چې هغوی حق پېژندلی خو عمل ېې پرې نه دی کړی، او د ګمراهانو له لارې نه؛ کومو چې د ناپوهۍ له وجې د حق لاره نه ده پېژندلې.
الرحمن: د ټولو مخلوقاتو لپاره (رحم کوونکی )
الرحیم: د مومنانو لپاره خاص دی (رحم کوونکی)
بحث وکړه
د سورت فاتحې د یادولو لپاره مرستندویه وسېلې څه دي؟
د اخلاص سورت:
د سورت معنا:
{قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد} (ته دوی ته) ووایه (ای نبي) ! الله تعالی یو دی ته ووایه -اې پېغمبره- چا چې ستا نه ستا د رب د ځانګړتیاو پوښتنه وکړه: هغه الله تعالی دی په الوهیت او ربوبیت کې یوازې دی، د هغه نه غیر بل څوک د بنده ګۍ حقدار نشته.
{اللَّهُ الصَّمَد} [الله تعالی بې نیازه دی] او هغه الله تعالی دی؛ په خپلو صفتونو کې پوره -ذات- دی، او دا هغه ذات دی چې خلک یې د خپلو حاجتونو د پوره کولو لپاره رابولي او هغه د دوی نه بې نیازه دی.
{لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَد} (نه د چا نه پيدا دی او نه ترې څوک پیدا دي) او هغه الله تعالی دی چې اولاد ورلره نشته، نه زوی او نه لور، او نه ورله مور او پلار شته.
{وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَد} (او نه ورله څوک سیال او برابر شته) هغه په خپل مخلوق کې هیڅ مشابهت نلري، نه په ذات کې، نه په نومونو کې، نه په صفاتو کې او نه په کړنو کې.
الفلق سورت:
د سورت معنا:
ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې ته ووایه -اې پېغمبره-: پناه غواړم په الله تعالی پورې چې رب د سبا دی، او هغه د سبا راختل دي.
{مِن شَرِّ مَا خَلَق} د شر د هغه څه نه چې پیدا کړي يې دي د شر د ټولو مخلوقاتو نه چې الله تعالی پیدا کړي دي، هغه چې مونږ یې وینو او هغه چې نه یې وینو.
{وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَب} او د تیارې شپې د شر نه کله چې راخوره شي او د شپې د شر نه کله چې یې تیاره راخوره شي، او په دې کې چې کوم شرونه او ضرر رسوونکي څیزونه دي.
{وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَد} او د شر د هغو (جادوګرو) ښځو نه چې په غوټو کې پوکي وهونکي دي او د شر د هغو جادوګرو ښځو څخه کومې چې په غوټو کې پوکي کوي کله چې د جادو کړنې ترسره کوي.
{وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَد} او د شر د کینه کوونکو نه کله چې کینه ښکاره کړي. او د شر د کینه کوونکي نه کوم چې د یو چا نه د نعمت د لرې کولو هیله کوي، او هغه ته ضرر ورسیږي.
الفلق: د سبا راختل.
الغسق: د شپې تکه توره تیاره.
الناس سورت:
د سورت معنا:
{قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس} ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې. ته ووایه -اې پېغمبره-: پناه وړم الله تعالی ته چې پالوونکی د خلکو دی، یوازې همدا په هر شي قادر دی.
{مَلِكِ النَّاس} د خلکو پادشاه او څښتن دی. د ټولو خلکو پادشاه دی، د هغوی په ټولو چارو کې تصرف کوونکی دی.
{إِلَهِ النَّاس} د خلکو حقیقي معبود دی. د ټولو خلکو حقیقي معبود دی، د هغه نه پرته دوی لره بل څوک د بنده ګۍ حقدار نشته.
{مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاس} د شر د وسوسې اچوونکي، پټېدونکي نه. د شیطان د ضرر نه کوم چې دوی ته د غفلت په وخت کې وسوسې وراچوي، او کله چې الله تعالی یادوي نو بیا دا کار نشي کولی.
{الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاس} هغه چې د خلکو په سېنو کې وسوسې اچوي. هغه چې د خلکو په سېنو کې غلط فکرونه اچوي، او د هغوی په احساساتو او فکرونو لوبې کوي.
{مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاس} له پېریانو او انسانانو څخه. د انسي او جني شیطانانو څخه.
الکافرون سورت:
د سورت معنا:
{قُلْ يَاأَيُّهَا الْكَافِرُون} (اې پېغمبره!) ته (دوی ته) ووایه: اې کافرانو. اې -پېغمبره- ته هغو کسانو ته ووایه چې په الله تعالی او د هغه پر رسول یې کفر کړی: اې په الله تعالی باندې کفر کوونکو.
{لاَ أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُون} زه د هغو (شیانو) عبادت نه کوم چې تاسو يې کوئ. زه د هغو باطلو خدایانو بنده ګي نه کوم چې تاسو یې کوئ، لکه بتان او داسې نور.
{وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُد} او نه تاسو د هغه ذات بنده ګي کوئ چې زه یې کوم. او نه تاسو د هغه حقدار پرودګار بنده ګي کوئ کوم چې زه یې کوم، او هغه یوازې د بنده ګۍ حقدار دی.
{وَلاَ أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّم} او نه زه د هغه شي بنده ګي کوم چې تاسو یې بنده ګي کړې ده. او نه زه د هغو باطلو خدایانو بنده ګي کوم چې تاسو یې بنده ګي کوئ.
{وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُد} او نه تاسو د هغه ذات بنده ګي کوئ چې زه یې کوم. او نه تاسو د هغه حقدار پرودګار بنده ګي کوئ کوم چې زه یې کوم، او هغه یوازې د بنده ګۍ حقدار دی.
{لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِين} ستاسو لپاره ستاسو دین دی او زما لپاره زما دین دی. ستاسو لپاره ستاسو دین دی کوم چې تاسو پرې یاست، او زما لپاره زما هغه دین دی چې ما رانېولی.
کافر: هغه چا ته ویل کېږي چې د (الله تعالی) د توحید ګواهي یې نه وي ورکړې او د محمد - صلی الله علیه وسلم - د پېغمبرۍ تابعداري یې نه وي کړي.
بحث وکړه
سورت اخلاص او کافرون په کومو موضوع ګانو تاکید کړی؟
الکوثر سورت:
د سورت معنا:
{إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر} (بېشکه مونږ تا ته کوثر درکړی). اې پېغمبره مونږ تا ته ډیر خیر درکړی چې هغه لره هېڅ حساب او شمیرل نشته په دنیا او اخرت کې، او د دې خیر له جملې څخه په جنت کې د کوثر نهر دی.
{فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَر} نو ته د خپل رب لپاره لمونځ او قرباني کوه. نو ته دې خپل رب ته لمونځ او قرباني خاص کړه، او یوازې د هغه بنده ګې وکړه چې هغه لره هېڅ شرېک نشته، او یوازې د هغه په نوم قرباني وکړه چې یوازې دی او هغه لره هېڅ شرېک نشته، او د هغه شکر ادا کړه چې هغه تا ته عزت او خیر درکړی.
{إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَر} بېشکه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (بې اولاده) دی. بېشکه ستا سره حسد کوونکی او ستا د حق دین سره حسد کوونکی، همدغه کمزوری، ذلیل، د خلکو نه هیر شوی او د خیر نه محروم دی.
شانئک: یعنې هغه څوک چې تا بد ګڼي، او ستا د حق دین سره کینه کوي.
العصر سورت:
د سورت معنا:
{وَالْعَصْر} قسم دی په عصر (مازېګر، یا زمانه). الله تعالی په زمانه او وخت باندې قسم کړی په کوم کې چې د انسانانو حرکتونه واقع کېږي، د خیر اوشر څخه.
{إِنَّ الإِنسَانَ لَفِي خُسْر} بېشکه انسان په تاوان کې دی. بېشکه انسان په تاوان او هلاکت کې دی.
{إِلاَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْر} غیر له هغو کسانو نه چې اېمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، او یو بل ته یې د حق دین وصیت کړی، او یو بل ته یې د صبر وصیت کړی. مګر هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي، او ځېنو يې نورو ته د حق قبلولو او په هغه باندې د کلک پاتې کېدلو وصیت کړی، او په دې باندې د صبر کولو وصیت یې کړی.
شخصي ارزونه
۱. آیا ته کولی شې دا شرحه کړی چې قرآن کریم څه شی دی؟
۲. آیا ته کولی شې د قرآن کریم او زنده ګۍ ترمنځ تړاو باندې فکر وکړې؟
۳.آیا ته پوهېږې چې الله تعالی په قرآن کرېم کې ولې د پېغمبرانو کېسې ذکر کړي؟
۴. آیا ته د سورت فاتحې لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۵. آیا ته د سورت اخلاص لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۶. آیا ته د سورت الفلق په لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۷. آیا ته د سورت الناس په لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۸. آیا ته د سورت الکافرون په لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۹. آیا ته د سورت الکوثر لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۱۰. آیا ته د سورت العصر په لنډه معنا باندې پوهېږې؟
۱۱. آیا ته سورت الفاتحه سم لوستلی شې؟
۱۲. آیا ته وتوانیدې چې سورت فاتحه حفظ کړې؟
۱۳. آیا سورت اخلاص په سمه توګه لوستلی شې؟
۱۴. آیا ته وتوانیدې چې سورت الاخلاص حفظ کړې؟
۱۵. آیا سورت الفلق په سمه توګه لوستلی شې؟
۱۶. آیا ته وتوانیدې چې سورت الفلق حفظ کړې؟
۱۷. آیا ته وتوانیدې چې سورت الناس په سمه توګه ولولې؟
۱۸. آیا ته وتوانیدې چې سورت الناس حفظ کړې؟
۱۹. آیا سورت الکافرون په سمه توګه لوستلی شې؟
۲۰. آیا ته وتوانیدې چې سورت الکافرون حفظ کړې؟
۲۱. آیا سورت کوثر په سمه توګه لوستلی شې؟
۲۲. آیا ته وتوانیدې چې سورت الکوثر حفظ کړې؟
۲۳. آیا سورت العصر په سمه توګه لوستلی شې؟
۲۴. آیا ته وتوانیدې چې سورت العصر حفظ کړې؟
۲۵. کوم سورتونه دې چې لوستلې دی، آیا د هغوې معناوې احساسوې؟
درېم فصل
عبادتونه
د فصل لوستونه:
لومړی لوست
بنده ګي
پیلیزه
مسلمان په خپل ژوند کې یو شمېر عبادتونه کوي چې د هغې له لارې خپل خالق ته نږدې کېږي، او دا ټول عبادتونه د الله عزوجل د لويۍ او یوازې هغه ته د عاجزۍ لپاره دي پرته له نورو څخه، او څومره چې د مسلمان په زړه کې د الله تعالی درناوی وي همغومره يې اثر په بنده ګۍ کې ښکاره کېږي، او رېښتنی مسلمان هغه دی چې د هغه ټوله زنده ګي، چارې، خوب او تفرېح ټول خاص د الله تعالی د رضا لپاره وي، د الله تعالی د دې وینا مطابق: {قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين} ته ووایه: بېشکه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله تعالی لپاره دی. {لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِين} هغه لره هېڅ شریک نشته، او ماته د همدې (توحېد) حکم شوی دی او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم. (الأنعام:162 - 163 آیتونه). او په دې لوست کې به مونږ د عبادت معنا، ډولونه، د قبلېدو شرطونه، او درجې يې وپېژنو.
د عبادت معنا:
عبادت: دا هغه عملونه دي کوم چې الله تعالی روا کړي تر څو مسلمان پرې هغه ته ځان نږدې کړي، او په دې کې ټول عملونه او ویناوې شاملې دي کومې چې الله تعالی خوښوي، که هغه ښکاره وي؛ لکه بدني عبادتونه، لکه: لمونځ او حج، یا که ښکاره نه وي؛ لکه د زړه عبادتونه لکه: د الله تعالی محبت، وېره او امید او نور د زړه عبادتونه. او بنده کولای شي خپل عادتونه په ښه نیت سره په عبادت بدل کړي. که د الله تعالی عبادت ته د ځواکمن کېدو په نیت خوراک، څښاک او خوب وکړي، نو په دې سره ورته ثواب ورکول کېږي.
د عبادت ډولونه:
عبادتونه مختلفو ډولونو باندې تقسېمېږي:
د زړه عبادتونه
مسلمان يې په خپل زړه سره کوي، لکه: مېنه، ویره، امید او عاجزي.
بدني عبادتونه
چې مسلمان یې په بدن سره کوي، لکه: زکات او حج.
د پرېښودلو عبادتونه
مسلمان خپل رب ته د حرامو په پرېښودلو سره ځان نږدې کوي، لکه: د شرابو او زنا پرېښودل، او یا په ځېنو وختونو کې ځېنې مباح کارونه پرېښودل، لکه په روژه کې خوراک او څښاک پرېښودل.
امېد: هغه د الله تعالی په فضل خوشحالېدل، او د هغه د احسان او ورکولو طمع کول، په داسې حال کې چې هڅه کول او په الله باندې ښه توکل کول.
عاجزي: دا هغه شکل دی چې روح پکې ارام وي او ذهن پکې د عبادت په وخت کې نه ګډوډیږي، لکه لمونځ او اغیز یې د غړو په ارامتیا کې څرګندیږي.
د عبادتونو د قبلېدو شرطونه:
د عبادت د قبلېدو لپاره دوه شرطونه لازم دي: لومړی: الله تعالی ته اخلاص کول، نو مسلمان د شرک او ریا پرته یوازې الله تعالی ته د نږدې کیدو لپاره عبادت کوي. دویم: د الله تعالی له قانون سره سمون، نو مسلمان عبادت په هغه ډول کوي لکه څرنګه چې الله تعالی روا کړی، او لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی.
ریاء (ځان ښودنه): دا چې مسلمان په خپل عبادت سره دا هدف وګرځوي چې خلک يې د بنده ګۍ په حال کې وګوري، او د دې په وجه يې وستايي.
بحث وکړه
ریا کار سړی الله ته د اخلاص په پرېښودلو سره څه دلاسه ورکوي؟
د عبادتونو درجې (مرتبې):
عبادت مختلفې درجې دي: ځېنې يې: هغه دي چې په هر مسلمان باندې واجب دي، لکه: لمونځ. او ځېني يې هغه دي چې په ځېنو مسلمانانو باندې واجب دي: لکه: زکات، نو دا یوازې په مالدارو فرض دی. او د ځېنو: کول يې مستحب دي خو واجب نه دي، لکه: د لمانځه نه وروستو دعاګانې او ذکر.
تمرېن
د لاندې عبادتونو څخه هر یو عبادت په خپله مناسبه خانه کې کېږدۍ د هغه د مرتبې په اساس په اسلام کې:
. د مازېګر لمونځ.
. د سهار اذکار.
. مور او پلار سره نېکي کول.
حج
. روژه.
. رمضان.
. زکات.
په هر مسلمان باندې واجب دي:
په ځېنو مسلمانانو باندې واجب دي:
مستحب دي او واجب نه دي:
د دې ویډیو کلېپ له مخې (?Why do i surrender to Allah) ولې زه الله ته تسلیم شم؟) د هغې نتېجې په اړه خبرې وکړئ چې یو مسلمان یې یوازې د الله تعالی په مراد باندې تمرکز کولو او په خپلو ټولو کارونو کې یوازې هغه ته په اخلاص کولو سره ترلاسه کوي.
د نیک عمل د قبلېدو لپاره لازم دي چې خاص د الله تعالی لپاره وي او د هغه د شریعت سره موافق وي.
سم
ناسم
دویم لوست
پاکوالی
پیلیزه
اسلام پاکوالي او نظافت ته بلنه کوي، او په دې یې ټينګار کړي چې مسلمان باید د خپل ځان پاکوالی په پام کې ونیسي، او دا مسئله یې د دین له نخښو څخه ګرځولی، او د ډېرو عبادتونو صحت یې د مسلمان له پاکوالي سره تړلی، او دا د مسلمان د ځانګړتیاوو څخه دي؛ له هغو ځانګړتیاوو څخه چې مسلمان پرې د نورو څخه توپېر کیږي، او په دې لوست کې به مونږ د پاکوالي معنا، ډولونه او په دې اړه ځینې احکام زده کړو.
د پاکوالي معنا:
پاکوالی
الله تعالی ته بنده ګي کول
دا د یو کار قصد کول دي الله تعالی ته د تابعدارۍ او نزدېکت په نیت.
د بې اودسۍ په لرې کولو سره.
بې اودسي د هر هغه شي لپاره یو شرعي صفت دی چې په غړو کې ورګډیږي او له امله یې پاکوالی لرې کېږي.
او د پلیتیانو لرې کول
دا هغه پلیت شیان دي چې شریعت یې د لرې کولو او د هغه د پاکولو امر کړی، لکه تش او ډک اودس ماتي.
اضافي مطالعه
د طهارت د احکامو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره (اسلام کې پاکوالی) کتاب ولولئ، چې په څو نړیوالو ژبو (اصول پلورنځي) کې شتون لري.
د کتاب راښکته کولو (ډاونلوډولو) لپاره بارکوډ سکین کړئ
د پاکۍ ډولونه:
پاکوالی دوه ډولونو باندې ویشل کیږي:
1. حسی پاکوالی
د نجاستونو له لیرې کولو او د (نجاستونو د )ځای له پاکولو څخه یې عبارت دی، او د هغه لاملونو له منځه وړل دي چې د لمانځه مانع ګرځي؛ او دا د بدن د ځینو برخو په مینځلو او یا د ټول بدن په مینځلو سره کیږي.
۲. معنوي پاکوالی.
او دا د مؤمنانو په حق کې له شرک، حسد، کینې او داسې نورو قلبي ناروغیو څخه د زړه پاکوالی دی، او دا پاکوالی لکه د بدن د پاکوالي په څېر مهم دی؛ بلکه دا ناشونې ده چې د بدن شرعي پاکوالی د شرک د نجاست په شتون کې پاتې شي - الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ} [التوبة: 28]{یقینا چې مشرکان نجس دي}.
حسي پاکوالی یا په اوداسه او یا په ځان وینځلو سره کېږي.
د اوداسه څخه مراد: د بدن د ځېنو غړو وېنځل دي په اوبو سره.
د غسل نه مراد: په اوبو سره د ټول بدن وېنځل دي.
په پاکوالي کې پاکې اوبه استعمالېږي، لکه د دریابونو، سیندونو، کوهیانو (څاګانو)، او یا نورې هغه اوبه چې پلیتي ورسره نه وې یوځای شوي.
د پاکوالي اړوند ځېنې حکمونه:
. اصل په شیانو کې پاکوالی دی، او د یو شي په پلیتۍ باندې تر هغه وخته حکم نشي کېدلی تر څو چې یې شریعت په ناپاکۍ حکم نه وي کړی.
. د بدن او یا جامو په پاکوالي کې د پلیتۍ لرې کولو لپاره په اوبو او یا کوم بل پاکوونکي شي باندې بسنه کوي.
. کله چې انسان د حاجت رفع کولو لپاره حمام ته ننوځي، نو غوره دا ده چې د تش اودس ماتي او ډک اودس ماتي ځایونه په اوبو سره پاک کړي، او دا هم جایز ده چې په تشناب کاغذ، او یا بل پاکوونکي شي سره یې پاک کړي.
بحث وکړه
د یو مسلمان د پاکوالي او شخصي حفظ الصحې په اړتیا باندې ټینګار په څه باندې دلالت کوي؟
سم ځواب غوره کړئ:
د پاکوالي معنا:
أ) د بې اودسې لرې کول.
ب) د پلیتۍ لرې کول.
ج) ټول سم دي.
په اوبو سره د ټول بدن مینځلو ته وایي:
أ) اودس.
ب) غسل.
ج) تیمم.
پاکوالي عموما دوه ډولونه لري؛ هغه دا دي:
أ) حسي او معنوي پاکوالی.
ب) اودس او تیمم.
ج) اودس او غسل کول.
دریم لوست
اودس
پیلیزه
اودس په اسلام کې خپل ارزښت د فرضي لمانځه سره د نژدي تړاو له امله لري چې د اسلام تر ټولو لویه نخښه ده، او له همدې امله باید مسلمان یې په یادولو او په سمه توګه ادا کولو باندې ټینګار وکړي، او په دې لوست کې به مونږ د اودس په معنا، د هغه واجبونکي شیان، د هغه ماتوونکي شیان، او سمه طرېقه وپېژنو.
د اودس معنا:
اودس: په ځانکړې طرېقې سره د مخ، لاسونو، او پښو مېنځل، او د سر مسح کول دي.
د اودس واجبات:
د اوداسه واجبوونکي هغه کارونه دي چې اودس ورته شرط دی، او کله چې بې اودسه شي دا شیان پرې حرامېږي، او هغه دادي:
۱. لمونځ.
۲. د کعبې شرېفې طواف.
۳. د قرآن کریم لمس کول.
بې اودسي: په انسان کې یو معنوي صفت دی چې انسان د لمانځه نه منعه کوي مخکې لدې نه چې ځان پاک کړي او دا د پلېتۍ په څیر محسوس څیز نه دی، او دا - بې اودسي - په دوه ډوله دي، یو یې هغه ده چې مسلمان باندې لازم دی چې د هغه د لرې کولو لپاره اودس وکړي، او بل یې پرته له غسل څخه نه لرې کیږي.
څرنګه اودس وکړو؟
مسلمان چې د اودس کولو اراده وکړي باید لاندې کارونه وکړي:
۱. په زړه کې دې د اوداسه نیت وکړي، او ودې وایي: «بسم الله».
۲. دواړه لاسونه دې په اوبو پرمېنځي، شروع دې د ښی لاس څخه وکړي.
۳. خولې ته په اوبو اچولو سره دې هغه پاکه کړي، بیا دې اوبه په خوله کې وخوځوي، بیا دې یې بېرته راوغورځوي، او دې ته مضمضه وایي.
۴. پوزه دې په اوبو اچولو سره پاکه کړي داسې چې اوبه پورته کش کړي، بیا دې بیرته د هوا سره راوباسي.
۵. ټول مخ دې ووېنځي، او مخ په اوږدوالي سره د تندې د وېښتانو د راختلو له ځای نه تر د زنې د لاندې برخې پورې دی، او د ږيرې سره که چېرته ئې وي، او په پلنوالي سره د یو غوږ نه تر بل غوږ پورې.
۶. لاسونه دې د ګوتو له سرونو نه څخه تر څنګلو پورې ومېنځي، شروع دې د ښی لاس څخه وکړي.
۷. خپل لاسونه دې په اوبو سره لامده کړي، بیا دې پرې په خپل سر مسح وکړي، د مخې طرف نه دې شروع وکړي شاته دې یې بوځي، بیا دی یې بېرته مخې ته راولي.
۸. د شهادت ګوتې دې په خپلو غوږونو کې دننه کړي، او د غوږونو شا دې په خپلو غټو ګوتو سره مسحه کړي.
۹. خپلې پښې دې د پړکو (ښنګرو) سره ومېنځي، او دا هغه دوه هډوکي دي کوم چې د پښې په مفصل کې نېغ راوتلي، او په ښۍ پښې دې شروع وکړي.
د اوداسه د اندامونو د مېنځلو شمېر:
په اوداسه کې سنت طرېقه دا ده چې هر یو اندام دې درې ځلې ومېنځي مګر د سر او غوږونو مسحه کول یو ځل دي، او د هر اندام یو ځل مېنځل هم روا دي په دې شرط چې پوره یې ومېنځي.
د اودس ماتونکي:
اودس د څلورو شیانو نه په یو سره ماتېږي:
. د دوو لارو څخه د څه شي وتل، لکه: باد، تشې متیازې، یا ډکې متیازې، یا مني او یا هغه لوندوالی چې د شهوت د وجې نه راووځي.
. د خوب یا نشې په وجه د عقل تلل.
. بغیر د پردې څخه د اندام مخصوصه لمس کول.
. د اوښ غوښه خوړل.
اضافي مطالعه
د اودس کولو څرنګوالي په اړه دا فلم وګورئ چې د اصول مرکز لخوا چمتو شوی دی.
د ویډیو کتلو لپاره بارکوډ سکین کړئ
بحث وکړه
د اودس زده کولو او په سمه توګه د پلي کولو لپاره ځېني وسېلې وشمېره؟
زه کوم وخت بايد دویم ځلي اودس وکړم؟
کله چې مسلمان اودس وکړي نو اصل دا دی چې د هغه اودس پاتي کېږي تر څو هغه څه ونه کړي چې د هغه په وجه اودس کول پرې واجبېږي، کوم چې مخکې تیر شو.
تمرېن
د راتلونکو عبارتونو څخه یو عبارت په خپله مناسبه خانه کې د تړاو له مخه کېږدئ:
. د تشو متیازو وتل.
. د قرآن شریف لمس کول.
. خوب.
. لمونځ.
. د کعبې نه طواف.
. په شهوت سره د اندام مخصوصه لمس کول.
. د اوښ غوښه خوړل.
د هغه لپاره د اودس کول شرط دی:
د اودس ماتونکي:
په جورابو باندې مسحه کول:
کله چې اودس کوونکی جورابې دواړو پښو ته اغوستی وي، نو هغه لره جایز دی چې د پښو په ښکاره برخه په خپلو لمدو لاسونو سره مسحه کړي، او د پښو مینځلو لپاره د هغې وېستلو ته ضرورت نشته، او د دې لپاره درې شرطونه دي:
لومړی: باید جورابې يې په اودسه باندې اغوستې وي.
دویم: جورابې باید پښه د پړکو سره پټه کړي.
دریم: د مسح کولو موده باید د اوسېدونکي (مقیم) لپاره د (۲۴ ساعتونو)، او د مسافر لپاره د (۷۲ ساعتونو) څخه زیاته نه وي.
په جورابو باندې د مسحې وخت د اولې مسحې نه شروع کېږي.
د اوداسه راتلونکي کارونه ترتیب کړئ پيل یې له اول نه وکړه:
ا) د سر مسح.
ب) خولې ته اوبه اچول.
ج) د مخ مېنځل.
د) د غوږونو مسح کول.
هـ) د پښو مېنځل.
و) د لاسونو مېنځل.
د راتلونکو عبادتونو څخه هغه په نخښه کړئ چې اودس کول ورته شرط دی:
أ) لمونځ.
ب) روژه.
ج) د قرآن کریم لمس کول.
د) اذان.
هـ) طواف.
سم ځواب غوره کړئ:
په لنډه توګه د اودس د ماتوونکو شیان وشمیرئ:
أ) ۲
ب) ۳
ج) ۴
څلورم لوست
غسل
پیلیزه
ځېني داسې حالتونه شته چې یوازې اودس پکې بسنه نه کوي، بلکې غسل پکې هم لازمېږي، پدې لوست کې به مونږ د غسل معنا، د لازمېدو اسباب او طریقه وپېژنو.
د غسل معنا:
غسل: له لویې پلیتۍ څخه د پاکوالي په نیت په اوبو سره د ټول بدن وینځل دي.
څرنګه غسل وکړو؟
په غسل کې د ټول بدن وېنځل په اوبو سره او خولې او پوزې ته اوبه اچول اړین دي، نو کله چې یو مسلمان دا کار وکړ، هغه د لویۍ پلېتۍ نه پاک شو.
لویه پلېتي: دې ته وایي چې د هغې د لرې کولو لپاره غسل کول اړین دي او یوازې اودس بسنه نه کوي او دا څو ډولونه لري:
۱. جنابت: د سړي او ښځې هغه حالت دی چې کله دواړه جماع (کوروالی) وکړي، او یا که د چا نه په شهوت سره مني ووځي که څه هم له کوروالي پرته وي.
۲. حیض: هغه میاشتنۍ وېنه ده چې له ښځې نه ځي.
۳. نفاس: هغه وینه ده چې د ماشوم له زیږیدلو نه وروسته د ښځې د رحم (بچه دانې) څخه وځي.
د پوره غسل طرېقه:
کله چې یو مسلمان د پوره غسل اراده وکړي، نو هغه باید لاندې کارونه وکړي:
۱. په خپل زړه کې د غسل نیت وکړي او خپل مخصوصه اندام دې په اوبه سره ومېنځي.
۲. اودس دې وکړي لکه څرنګه چې د لمانځه لپاره اودس کوي.
۳. ټول بدن دې په اوبو سره ومېنځي.
غسل کله واجبېږي؟
په درې حالتونو کې په مسلمان غسل واجبېږي:
لومړی: په شهوت سره د مني وتل، برابره خبره ده په خوب کې وي که په ویښه وي.
دویم: جماع (کوروالی)، برابره خبره ده که انزال وشي او که ونه شي.
دریم: د ښځې څخه د حیض یا نفاس وینه وتل، نو کله چې وېنه ودرېږي لامبل ورباندې لازمېږي.
بحث وکړه
د لویې بې اودسۍ د پورته کولو لپاره د غسل کولو لارښوونه څه ته اشاره کوي؟
هغه کارونه چې جنب کس لره یې کول حرام دي:
هغه کس چې د جماع او یا د مني د خارجېدو له امله پرې غسل واجب شوی وي دې حالت ته (جنابت) ویل کېږي، او دغه کس ته (جنب) ویل کېږي، او په دې حالت کې په دې باندې دا څيزونه حرام دي:
۱. لمونځ.
۲. د کعبې شرېفې طواف.
۳. د قرآن کریم لمس کول او یا رااخېستل.
۴. په جومات کې پاتې کیدل.
د قرآن کریم تلاوت کول.
تیمم:
که یو څوک اودس او یا غسل کول غواړي او د اوبو د نشتوالي له وجې د دې نه عاجز شي، يا د ناروغۍ او يا بل څه له امله د اوبو د استعمال توان نه لري، نو هغه لره د دې دواړو په بدل کې تيمم روا دی. د تيمم طريقه: په زړه سره دې د تيمم نيت وکړي او په يو وار دې په خپلو لاسونو خاوره ووهي، بيا دې په هغې خاوره چې په لاسونو کې يې پاتې دي مخ مسحه کړي، بیا دې پرې خپل لاسونه مسحه کړي.
که چېرته د تیمم کولو وروسته اوبه ومومم څه باید وکړم؟
کله چې یو مسلمان اوبه ومومي او یا د اوبو د استعمالولو توان ولري اودس یې ماتېږي او اودس یا غسل ورباندې لازمېږي.
باید ټول بدن ته اوبه ورسېږي تر څو غسل سم او جنابت لرې شي.
په خوب کې د مني وتلو له امله غسل نه لازمېږي، او په وېښه د وتلو په وخت کې غسل لازمېږي.
جنب انسان لره جوار نلري چې په جومات کې کېښني.
سم
ناسم
مسلمان لره په لاندې حالت کې تیمم کول روا دی:
أ) کله چې د اوبو د استعمالولو توان ونه لري.
ب) د اوبو د نشتوالي په وخت کې.
ج) ټول سم دي.
پنځم لوست
ځيني هغه حکمونه دي چې مسلمانې ښځې لپاره ځانګړي دي
پیلیزه
الله تعالی ښځه په ځېني ځانګړتیاوو او صفاتو سره ځانګړې کړې ده چې په هغې سره یې د سړيو نه توپېر کېږي، لکه څنګه هغې باندې د سړیو نه پرته ځېني عبادتونه واجب کړي، او په دې لوست کې به مونږ ځېني هغه مسألي وپېژنو چې هغه د مسلمانې ښځې ځانګړتیاوې دي.
په اسلام کې د ښځې مرتبه او مقام:
د هغو مسلو د مثالونو بیان چې په اسلام کې د ښځې د مرتبې سره تړاو لري.
. اسلام ښځې ته په میراث کې د هغې حق په انصاف او سخاوتمندانه تقسیم سره ورکړی، په ځېنو ځایونو کې ښځه د سړي سره برابره وي، او په ځېني ځایونو کې یې برخه توپیر لري، د هغې د خپلولۍ او د هغې خرچې له وجې چې هغې ته سپارل شوې وي.
. په ډیرو چارو کې یې د سړي او ښځې ترمنځ برابروالی راوستی لکه ټولې مالي راکړې ورکړې.
. ښځې ته یې د خاوند د اختیارولو ازادي ورکړی.
. د هغې نوم او خپل پلار ته د نسبت شرف یې ورته پرېښودلی،
. پر سړي واجب ده چې د هغې پالنه وکړي او په هغې باندې بې له احسانه لګښت وکړي که چیرته هغه له هغو کسانو څخه وي چې مصرف کول پرې واجب وي لکه ښځه، مور او لور.
. د هغې ضعیفې ښځې په خدمت یې ټېنګار کړی چې څوک نه لري، که څه هم خپلوان یې نه وي، او د هغې په خدمت کې یې ترغیب ورکړی او دا یې د الله تعالی په نیز د غوره عملونو څخه ګرځولی.
اضافي مطالعه
دا ویډیويي ماده وګورئ چې په اسلام او ځینو نورو دینونو کې د ښځو مقام سره پرتله کوي.
د ویډیو کتلو لپاره بارکوډ سکین کړئ
د ښځې تړاو له نارينه سره:
د نارېنه سره د ښځې اړېکه په درې برخو وېشل شوي:
۱. دا چې ښځه یې کور ودانه (میرمنه) وي:
د دوی لپاره د هغه څه لیدل او خوند اخیستل جایز دي چې د نورو لپاره نه دي جایز، او الله تعالی خاوند د ښځې لپاره جامه یاده کړې او ښځه یې د خاوند لپاره جامه یاده کړې، د دوی ترمنځ د نفسي، عاطفي او بدني اړیکو په زړه پورې انځور.
۲. دا چې د هغه له محارمو څخه وي:
له محرم څخه مراد ټول هغه څوک دي چې په سړي باندې د تل لپاره له هغې سره واده کول حرام وي، لکه: مور، خور، خورزه، ورېره، عمه، خاله او خواښې، دا ټولې چې دي دوی لره روا دي د خپلو محارمو په مخ کې په خپل ښاېست سره راښکاره شي کوم چې لاسونه، غاړه، وېښتان او نور دي بغیر له تجاوز او زیاتۍ څخه.
۳. دا چې ښځه د هغه لپاره غیر محرم (پردۍ) وي:
پردۍ ښځه هره هغه ښځه ده چې د هغه محرمه نه وي، که هغه یې د خپلوانو څخه وي لکه د تره لور، د ترور لور، د ورور ښځه او د کورنۍ ښځې، او یا د هغه خپلوان نه وي، او له هغې سره کورنۍ اړیکه نه لري، او اسلام د دواړو جنسونو تر منځ د معاملې لپاره اصول وضع کړي دي لکه د حجاب فرضیت او له - نامحرم سره - نه ګوښه کېدل.
د مسلمانې ښځې حجاب او پرده:
الله تعالی په ښځه باندې پرده فرض کړې ده، نه په سړي باندې، ځکه چې په هغې کې د ښکلا او جاذبې عوامل موجود دي، چې دا د نارینه لپاره د فتنې سبب دی د دې په پرتله چې سړی د ښځې لپاره د فتنې سبب شي، او د دې پردې حدود دا دي چې خپل ټول بدن به د پردي سړي څخه پټوي، او کولی شي چې هر قسم او په هر رنګ کې جامې واغوندې د څلورو شرطونو په پام کې نیولو سره:
لومړی: باید چې دا پرده ټولو هغو ځایونو لره پټونکې وي چې د هغو اندامونو پټول واجب دي.
دویم: باید چې پراخه وي او داسې تنګ نه وي چې د بدن اندامونه پکې پېژندل کېږي.
دریم: باید دومره نرۍ نه وي چې د هغې لاندې د بدن اندامونه ښکاريږي.
څلورم: چې دا په خپل ذات کې ښاېسته نه وي.
له ښځې څخه د وتونکې وینې ډولونه:
له ښځې څخه دوه ډوله وینه راوځي:
۱. د حېض وینه: او دا طبېعي وینه ده چې د ښځې د بچه دانۍ څخه غالبا هره میاشت راوځي، او څو ورځې دوام کوي، او دې ته (میاشتنۍ مریضي) وايي.
۲. د نفاس وینه: دا یوه طبېعي وینه ده چې د زنانه د بچه دانۍ څخه د ماشوم د پیداکېدو نه وروسته راوځي، او څو ورځې دوام کوي چې کله ۴۰ ورځو ته هم رسېږي.
د حیض او نفاس حکمونه:
الله تعالی د حاېضې او نفاسې ښځو لپاره ځېني حکمونه روا کړي، ځېني یې دادي:
. لدې دواړو څخه د لمانځه ساقطېدل، نو د حیض او نفاس پر مهال پرې لمونځ نشته او د دې بېماریو څخه وروسته پرې د دې لمونځونو قضایي هم نشته.
. د روژې پرېښودل، نو دې دواړو ته د حیض او نفاس په وخت کې روژه نیول جایز نه دي، لېکن کومې روژې چې یې خوړلي د هغوی قضایي به راوړي.
. د جماع (کوروالي) حراموالی: نو خاوند لره نه دې جایز چې د خپلې حایضې او یا نفاسې ښځې سره کوروالی وکړي تر څو چې د حیض او نفاس نه وروسته ونه لامبي، او د جماع نه پرته نورې لوبې ورسره کولی شي.
. د وینې د ودرېدلو نه وروسته غسل کول: نو کله چې د حیض او نفاس وینه ودرېږي په دې دواړو باندې لازم دي چې غسل وکړي لکه وړاندې چې تیر شو.
اضافي مطالعه
د اسلام له نظره د ښځو د درناوي په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا کتاب ولولئ (المرأة في ظل الإسلام)، کوم چې په اصول سټور کې په مختلفو ژبو شتون لري.
د کتاب راښکته کولو (ډاونلوډولو) لپاره بارکوډ سکین کړئ
بحث وکړه
د ښځو په اړه د ځینو شرعي حکمونو له پریښودو څخه ځینې حکمتونه راوباسئ؟
د ارزونې پوښتنې
سم
ناسم
اسلام په سړي باندې د ښځې پاملرنه او په هغې باندې لګښت کول پرته له احسانه واجب کړي.
په حجاب کې دا فرض نه ده چې دا دې پراخه وي.
کله چې حایضه ښځه پاکه شي نو په هغې باندې واجب ده چې مخکې د لمونځ کولو څخه غسل وکړي.
حیض یوه طبېعي وېنه ده چې د ښځې له بچه دانې څخه د ولادت نه وروسته راوځي.
په ښځې باندې فرض دی چې خپل ټول بدن د لاندې خلکو څخه ستر وکړي:
أ) نورې ښځې.
ب) پردي سړي.
ج) خسر.
په حاېضه او نفاسې ښځې لازم دی کله چې پاکه شي چې قضايي راوړي د:
أ) لمونځ.
ب) روژې.
ج) ټول سم دي.
شپږم لوست
لمونځ
پیلیزه
لمونځ په دين کې تر ټولو ستر عبادت دی چې يو مسلمان يې بايد زده کړي او اداء کړي، او رسول الله -صلی الله عليه وسلم- مونږ ته د هغه د ادا کولو څرنګوالی راښودلی په هغې طرېقه چې الله تعالی پرې راضي کېږي. او په دې لوست کې به مونږ فرضي لمونځونه، مرتبه یې، شرطونه یې، او په سمه توګه د ادا کولو څرنګوالی یې زده کړو.
لمونځ څه شی دی؟
لمونځ: ورځنې عبادت دی، چې د ویناګانو او عملونو یوه شامله ټولګه ده چې د هغه په واسطه مسلمان خپل رب ته نږدې کېږي، او په ورځ او شپه کې پنځه ځله ترسره کېږي.
او لمونځ د اسلام له رکنونو څخه دویم رکن دی.
د لمانځه مرتبه:
لمونځ د یو شمیر ځانګړتیاوو په وجه ځانګړی شوی، له هغې جملې څخه:
. د شهادتینو نه وروسته د اسلام دویم رکن دی.
. دا یو داسې عبادت دی چې په هر حال یې ادا کول فرض دي، د روغتیا او ناروغتیا، د امن او وېرې په حال کې.
. دا یو داسې عبادت دی چې مسلمان پرې د کافر څخه بیلېږي.
مونږ ولې لمونځ کوو؟
مونږ ځکه لمونځ کوو چې دا یو داسې عبادت دی چې الله تعالی په مسلمانانو فرض کړی.
د لمانځه د حکمتونو او فایدو څخه:
. د مسلمان او د هغه د رب ترمنځ اړېکه ده.
. د مسلمان اراده او قصد پياوړی کوي.
. نفس د دنیا له غمونو څخه اراموي.
. اخلاق برابروي، او لمونځ کوونکی د منکراتو څخه لرې کوي.
د لمانځه شرطونه:
د لمانځه د ادا کولو لپاره یو شمیر شرطونه دي، او هغه دا دي:
. پاکوالی: چې دا د بدن او ځای پاکوالي ته شامل دی، او د بې اودسۍ نه په اوداسه او غسل سره پاکوالی.
. د عورت پټول: او عورت: هغه څه ته وایي چې د خلکو په مخ کې یې پټول واجب وي، او د سړي هغه عورت چې په لمانځه کې يې پټول واجب دي د نامه نه تر زنګون پورې دی، او د زنانه هغه عورت چې په لمانځه کې یې پټول واجب دی ټول بدن دی پرته له مخ او لاسونو څخه.
. قبلې ته مخ کول: او هغه د کعبې شرېفې طرف دی کومه چې په مکه مکرمه کې ده، نو په لمونځ کوونکي واجب دی چې په لمانځه کې د هغې طرف ته مخ وګرځوي.
. د لمانځه وخت داخلیدل: نو د وخت نه مخکې لمونځ نه صحيح کېږي، او نه یې د خپل وخت نه وروسته کول جایز دي، او غوره دا ده چې په اول وخت کې وکړل شي.
پنځه لمونځونه:
الله تعالی په خپلو بنده ګانو باندې په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه فرض کړي، او هغه دا دي:
د سهار لمونځ:
اول وخت یې: د سهار راختل دي.
آخر وخت یې: د لمر راختل دي.
رکعتونه یې: دوه دي
د ماپښين لمونځ:
اول وخت یې: د لمر زوال (او دا د ورځې په نېمايي کې د لویدېځ طرف ته د لمر کږېدل دي).
آخري وخت یې: کله چې د هر یو شي سېوری د هغه د اوږدوالي سره برابر شي.
رکعتونه یې: څلور دي.
د مازیګر لمونځ:
اول وخت یې: کله چې د هر یو شي سیوری د هغه د واږدوالي سره برابر شي.
اخر وخت یې: د لمر پرېوتل دي.
رکعتونه یې: څلور دي.
د ماښام لمونځ:
اول وخت یې: د لمر پریوتل.
آخر وخت یې: په اسمان کې د سوروالی پټېدل.
رکعتونه یې: درې دي.
د ماخستن لمونځ:
اول وخت یې: په آسمان کې د سوروالي پټېدل.
آخر وخت یې: نېمه شپه ده.
رکعتونه یې: څلور دي.
اضافي مطالعه
د لمانځه د څرنګوالي په اړه دا فلم وګورئ چې د اصول مرکز لخوا چمتو شوی دی.
د ویډیو کتلو لپاره بارکوډ سکین کړئ
څرنګه لمونځ وکړو؟
کله چې مسلمان د لمانځه کولو اراده وکړي باید لاندې ټکي په نظر کې ونېسي:
۱. په زړه کې د لمانځه نیت کوي.
۲. قبلې ته مخامخ ودرېږي، او خپل لاسونه د خپلو ولو او یا غوږونو سره برابر پورته کوي او : «الله أکبر» وايي
۳. خپل ښی لاس په چپ لاس دپاسه ږدي، بیا د لمانځه د شروع کېدو له دعاګانو څخه یوه دعا وایي، لکه: «سبحانك اللهم وبحمدِك، وتبارك اسمُك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرُك». اې الله! پاکي او ستاینې یواځې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته. بیا وايي: «أعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم». زه الله ته پناه وړم له رټل شوي شیطان څخه، د الله په نامه پیل کوم چې لورونکی او مهربان دی. بیا فاتحه سورت لولي، بیا «آمین» وایي کله چې فاتحه ولولي، او د آمین معنا ده: یا الله زما دعا قبوله کړه. بیا له فاتحي نه وروسته د قرآن کریم له سورتونو څخه هغه لولي چې ورته آسانه وي، که څه هم یو آیت وي.
۴. خپل لاسونه د خپلو ولو او یا غوږونو سره برابر پورته کوي، او «الله أکبر» وایي، او خپله ملا رکوع ته ښکته کوي، او خپل لاسونه په زنګونو باندې ږدي، او خپله ملا او سر په یوه اندازه برابروي، او په رکوع کې «سبحان ربی العظیم» درې ځلې وايي.
۵. خپل سر پورته کوي تر څو بیرته ودریږي او لاسونه د خپلو ولو سره یو برابر پورته کوي، او وایي: «سمع الله لمن حمده». بیا په ولاړه باندې «ربنا ولک الحمد» وایي.
۶. بیا په ځمکه په سجده پریوځي، خپل تندی او پوزه په ځمکه ږدي، او خپل لاسونه، زنګونونه او د ګوتو سرونه هم په ځمکه ږدي، او درې ځلې «سبحان ربي الأعلی» وایي.
۷. سر پورته کوي او «الله أکبر» وایي او په چپه پښه کېني، او ښۍ پښه ودروي، او لاسونه په ورنونو ږدي او په ناسته «رب اغفر لي» وایي.
۸. د لومړۍ سجدې په څیر بیا ځل سجده کوي او سجدې ته د ښکته کېدلو په وخت کې «الله أکبر» وایي. او په لومړۍ سجده کې یې چې څه ويلي و هماغه به په دویمه سجده کې هم وايي.
۹. سر پورته کوي، دویم رکعت ته پاڅېږي او «الله أکبر» وایي. او دویم رکعت هم د لومړي رکعت په څېر ادا کوي.
۱۰. په دویم رکعت کې د دوېمي سجدې نه وروسته داسې کيني لکه د دوو سجدو په منځ کې چې څرنګه کېناستلی و، او وايي: «التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله»، ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دی، اې نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی . او دې ته لومړی تشهد ویل کېږي. لدې نه ورسته بیا وايي: «اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيمَ وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد» یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. او دې ته ابراهېمي درود ویل کیږي.
۱۱. ښي طرف ته به مخ واړوي او «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» به ووایي، بیا به چپ طرف ته مخ واړوي او همداسې به ووايي، او په دې سره د دې کس لمونځ ختمېږي.
دا د دوه رکعتي لمانځه طرېقه ده، لکه: د سهار او جمعې لمونځ، او که چېرته درې رکعتي لمونځ وو لکه: د ماښام، او یا څلور رکعتي لمونځ و لکه د ماپښین، مازېګر او ماخستن لمونځونه، نو دا به د لومړی تشهد د ختمېدو نه وروسته پاتې رکعتونه پوره کړي لکه د لومړي رکعت په څېر پرته له دې چې د فاتحې نه وروسته نور څه نه وايي، بیا به داسې کېني لکه د دویم رکعت نه ورسته چې کېناستلی و، او لومړی تشهد به ووايي، بیا به ابراهیمي درود ووايي، بیا به سلام وګرځوي.
د جمعې لمونځ:
. الله تعالی پر مسلمانانو د جمعې په ورځ یو خاص لمونځ فرض کړی چې هغه ته (د جمعې لمونځ) وایي، او د هغه ځانګړی صفت او ځانګړي شرطونه دي، او دا په دغه ورځ د ماپښین د لمانځه په ځای دی.
. د لمانځه لپاره مسلمانان په جومات کې راټولیږي او د جومات خطیب دوه خطبې وايي، بیا دوه رکعته لمونځ کوي، چې په دې دواړو رکعتونو کې په ښکاره (لوړ غږ) قرآن کریم لولي.
. د جمعې په لمانځه د ګډون لپاره غسل کول روا دي، او باید وختي جومات ته راشي، او پرته له عذر نه د هغې نه وروسته کېدل جایز نه دي او څوک چې ورته حاضر نه شو نو هغه دې د ماپښين څلور رکعته لمونځ وکړي، په لوړ غږ دې پکې قراءت نه کوي.
. په مسافر او ښځه باندې د جمعې لمونځ فرض نه دی.
بحث وکړه
له خپلو ملګرو سره د مسلمان پر وړاندې ځینې هغه ننګونې وڅیړئ چې په خپل وخت د لمانځه د ادا کولو مخه یې نیسي، او څرنګه باید د دې ننګونو نه ووځي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! کله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وشي، نو تاسو د الله ذکر ته بیړه وکړئ او اخیستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډیر غوره دی که تاسو پوهېږئ. (الجمعة: ۹)
سم
ناسم
مسلمان کولی شي د وخت د داخلېدلو څخه مخکې فرض لمونځ وکړي.
د سهار د لمانځه وخت د لمر راختلو سره ختمېږي.
د جمعې د ورځې دوه ځانګړې عبادتونه ذکر کړه.
د مسلمان په ورځنۍ ژوند باندې د پنځه وخته لمونځونو اثر څه دی؟
د دې ویب پاڼې په کتلو سره: islamicfiqh.net/en، په اسلام کې د لمانځه د پرېښودونکي د حکم په اړه خبرې وکړئ.
هغه عورت چې په سړي باندې یې په لمانځه کې پټول واجب دي:
أ) ټول بدن پرته له مخ، لاسونو او پښو څخه.
ب) د نامه نه تر زنګون پورې.
ج) د ولو نه تر زنګون پورې.
هغه لوری چې لمونځ کوونکی ورته باید مخ وګرځوي:
أ) د شمال طرف.
ب) د لویدېځ طرف.
ج) د کعبې طرف.
لمونځ کوونکی په سجده کې دا دعا وایي:
أ) سبحان ربي العظیم.
ب) سبحان ربي الأعلی.
ج) رب اغفر لي.
اووم لوست
زکات
پیلیزه
له پخوانیو زمانو راهيسې په دې ځمکه کې انسانان په بېلابېلو کچو ژوند کوي، ځیني په دوی کې شتمن دي چې د ډیرو پیسو خاوندان دي، او لدوی ځیني هغه غریب دي چې خپله د خوراک ډوډۍ نه مومي، او دا په دې کائناتو کې د الله تعالی له طریقو څخه ده، او اسلام د شتمنو په مال کې (زکات) فرض کړی دی چې باید غریبو ته ورکړ شي تر څو ورسره مرسته وشي او هغوی د غربت له درده خلاص کړي، او دې ته یې هڅولي دي چې مسلمان د خپل ضرورت څخه زیاتې پېسې ولګوي، او د دې بدله یې ډیر اجرونه ګرځولي چې مسلمان یې په ژوند او د مرګ نه وروسته حاصلوي، همدا راز مسکینانو سره په هر وخت او هره حادثه کې په نېکۍ کولو باندې تشویقوي، همدارنګه وږو ته د ډوډۍ ورکولو او بربنډو ته د جامو وراغوستلو باندې تشویقوي، دا ټول د دې لپاره چې مسلمانه ټولنه سره یو ځای شي او داسې شي لکه څنګه چې الله تعالی غواړي. په دې لوست کې به موږ د زکات د احکامو په اړه، د هغه د څرنګوالي په اړه، او د هغو مالونو په هکله چې زکات پکې واجب دی معلومات ترلاسه کړو.
زکات څه شی دی؟
زکات: د شتمنو مسلمانانو د مالونو څخه د مال یوه برخه ده چې غریبانو ته ورکول کېږي، او دا د اسلام له رکنونو څخه دریم رکن دی.
اضافي مطالعه
دا ویډیویي ماده وګورئ چې د زکات او په ټولنه کې د هغه د اثر په اړه غږېږي، او دا د اصول مرکز لخوا چمتو شوې ده.
د ویډیو کتلو لپاره بارکوډ سکین کړئ
مونږ ولې زکات ورکوو؟
د الله د حکم د عملي کولو په خاطر مونږ زکات ورکوو.
د زکات له حکمتونو او فایدو څخه:
لومړی: د بخل او له مال سره له مینې کولو څخه د نفس پاکول .
دویم: د مال ډیر والی، ځکه چې زکات ورکول مال نه کموي بلکې زیاتوي یې او برک پکې اچوي.
دریم: له اړمنو، فقیرانو او نورو سره مرسته کول.
هغه کوم مالونه دي چې زکات پکې واجب دي؟
. سره زر او سپین زر.
. نقدې پیسې.
. کروندې او مېوې.
. چار پایان.
سوداګریز توکي
سوداګریز توکي: هر هغه شي ته وايي چې د تجارت لپاره تیار شوي وي، لکه کور، دکان، موټر، چارپایان او یا داسې نور.
بهیمة الأنعام: اوښان، غواګانې او پسونه.
په نقدو پېسو کې به څنګه زکات ورکوو؟
مسلمان خپلو نقدو پېسو کې په هجري کال کې یو ځل زکات ورکوي، او د زکات اندازه یې دوه نیم سلنه ده، او زکات غریبانو او اړمنو خلکو ته ورکول کیږي.
تمرېن
د راتلونکو عبارتونو څخه یو عبارت په خپله مناسبه خانه کې د تړاو له مخه کېږدئ:
. سره زر او سپین زر.
. د لاس ساعت.
. مالي مبلغ.
. د کور سامان آلات.
. چرګه.
. پسونه.
. د مڼو بڼ (باغ).
په مسلمان باندې لازم دي چې زکات یې ورکړي:
زکات پکې نشته:
بحث وکړه
که چېرته ټول مالداره خلک د خپلو مالونو زکاتونه ورکړي نو د دې اغیز به څه وي؟
دا کلیپ وګورئ "ولې مسلمانان زکات ورکوي؟" او بیا د زکات د وجوب د لوړو معناوو په اړه وغږیږئ.
په مسلمان باندې واجب دي چې د خپلو نقدو پېسو زکات ورکړي:
أ) یو ځل په عمر کې.
ب) په کال کې یو ځل.
ج) په میاشت کې یو ځل.
په نقدو پیسو کې د زکات اندازه:
أ) 25%.
ب) 10%.
ج) 2.5%.
اتم لوست
روژه
پیلیزه
روژه یو له هغو عبادتونو څخه ده چې الله تعالی پر ټولو امتونو فرض کړې ده، او په اسلام کې مسلمان دا فرېضه د الله تعالی د تابعدارۍ له امله ترسره کوي، او په دې لوست کې به موږ د روژې په معنا، د هغې د فاسدوونکو شیانو او د هغې ځینې مهمې مسألې زده کړو.
روژه څه شی دی؟
روژه: داسې یو عبادت دی چې مسلمان پکې د خوراک، څښاک او کوروالي څخه د سهار له راختلو نه تر لمر پرېوتلو پورې ځان ساتي.
او د رمضان د میاشتې روژه د اسلام د رکنونو څخه څلورم رکن دی.
مونږ ولې روژه نیسو؟
مسلمان د الله تعالی د تابعدارۍ او د هغه د حکم د منلو په خاطر روژه نیسي.
د روژې له حکمتونو او فایدو څخه:
په زیات عبادت سره د تقوا په ډیر والي او د ګناهونو په کمووالي سره د تقوا عملي کول.
. تر څو د لوږي په درد پوه شي هغه چې غریبانو او اړمنو ته رسېږي.
. تر څو خپل ځان د نفس له شهوتونو څخه ازاد کړي، او د هغې په سمولو او قابو کولو ځان تمرین کړي.
الله تعالی روژه پر مسلمانانو او د دوی نه مخکې په نورو امتونو فرض کړی ده، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} [اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ]. (البقرة: 183 آیت).
د روژې ماتوونکي:
په روژه لرونکي فرض دي چې له ځينو شیانو څخه ځان وساتي، او کله چې يې وکړل نو روژه یې ماتېږي، او هغه دا دي:
۱. خوراک او څښاک، او په دې کې هغه ستن (پېچکاري) هم داخله ده چې د رګ د لارې د خوراک لپاره لږول کېږي.
۲. قصدا د مني انزالول، برابره خبره ده که په کوروالۍ سره وي او یا بغیر د کوروالۍ څخه، او د رمضان په ورځ کې کوروالي ډیره لویه ګناه ده.
۳. قصدا قی (استفراق) کول.
او همدارنګه د ښځې روژه په دې څیزونو سره فاسدېږي:
۴. د حیض او نفاس وینې راوتل.
د رمضان المبارک میاشت:
هغه د هجري قمري کال نهمه مبارکه میاشت ده، په دې -میاشت- کې الله تعالی پر خپل رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- قرآن کریم نازل کړی. او الله تعالی یې د ورځې روژه او د شپې لمونځ د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځولی دی. او الله جل جلاله هغه - میاشت- په داسې شپې سره ځانګړې کړې چې هغه د زرو میاشتو نه غوره ده، او هغې ته (د قدر شپه) ویل کیږي، څوک چې دا شپه په ذکر او لمانځه سره را ژوندۍ کړي د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږي.
مسلمانان د رمضان په میاشت کې د تراویح لمونځ کوي، او دا د هغه سنتو څخه دي چې په دې میاشت پورې تړاو لري او د ماخستن د لمانځه څخه وروسته ادا کېږي.
په رمضان کې چا لره بوزه کېدل روا دي؟
الله تعالی په رمضان کې د ځينو خلکو لپاره بوزه کېدل روا کړی او هغوی دا دي:
۱. هغه ناروغ چې روژه نیول ورته تاوان رسوي.
۲. هغه بوډا چې روژه نشي نیولی.
۳. مسافر د سفر په دوران کې.
۴. حایضه او نفاسه ښځه.
۵. امیدواره او تی ورکوونکې ښځه کله چې په خپل ځان او یا په خپلو بچو باندې ویرېږي.
د روژې په اړه ځنې خبرتیاوې:
. چا چې په رمضان کې د عذر له امله روژه ماته کړه، نو هغه به د هرې ورځې په بدل کې بله ورځ روژه نیسي.
. کله چې یو داسې ناروغ روژه ماته کړي چې د روغېدو تمه یې نه وي نو د هغه نه د رمضان روژه ساقطېږي، او د هرې ورځې په بدل کې به یو مسکین ته خواړه ورکوي.
. کله چې یو مسلمان بوډا وي او هیڅکله روژه نشي نیولی، نو د هغه نه هم د رمضان روژه ساقطېږي، او د هرې ورځ په بدل کې به یو مسکین ته خواړه ورکوي.
مسلمانان د ماښام د اذان سره روژه ماتی کوي، او ډیری مسلمانان کوښښ کوي چې خپلو نورو وروڼو سره یو ځای د ماښام روژه ماتی وکړي.
د دې کلیپ له کتلو وروسته: Why do Muslims fast Ramadan ولې مسلمانان د رمضان میاشت روژه نیسي؟ د هغه اغیزو په اړه وغږیږئ چې مسلمانان یې د روژې نیولو څخه ترلاسه کوي.
الله تعالی د ځیني خلکو لپاره روژه خوړل روا کړی، ځیني یې بیان کړه او د دې د حکمت په اړه وغږېږه.
د روژې په دوران کې په مسلمان باندې لازم دی چې د دې شیانو څخه ځان وساتي:
أ) خوراک او څښاک.
ب) کوروالی.
ج) ټول سم دي.
د روژې د ماتوونکو شیانو شمېر:
أ) ٦.
ب) ٥.
ج) ٤.
نهم لوست
الحج
پیلیزه
حج د اسلام له رکنونو څخه یو رکن دی، او دا د هغه غوره عملونو څخه دی چې مسلمانان پرې الله تعالی ته ځان نږدې کوي، او د دې د فضېلت په اړه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډیر حدیثونه راغلي، په دې لوست کې به مونږ د دې ځانګړي عبادت په اړه لږ معلومات ترلاسه کړو.
حج څه شی دی؟
حج: هغه عبادت دی چې د ذوالحجې په میاشت کې چې د هجري کال وروستۍ میاشت ده د ځانګړو عبادتونو د ترسره کولو لپاره توان لرونکي مسلمانان مکې مکرمې ته ځي.
او حج د اسلام له رکنونو څخه پنځم رکن دی.
هجري کال: په دې کې د مکې مکرمې څخه مدېنې منورې ته هجرت کولو ته اشاره ده، او د مسلمانانو خلیفه عمر بن الخطاب رضي الله عنه د اسلامي تاریخ د پيل کېدو لپاره د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت کال غوره کړ، او هجري کال دولس میاشتې لري چې د محرم له میاشت سره پيلیږي او د ذو الحجې له میاشت سره ختمېږي، او مسلمانانو په هجري کال سره د واقعاتو او حقايقو تاريخ باندې تکیه کړېده.
مونږ ولې حج کوو؟
مسلمان مکې مکرمې ته د الله تعالی د بلنې په ځواب کې د حج ادا کولو لپاره قصد کوي.
د حج له حکمتونو او ګټو څخه:
. په هغو پېغمبرانو پسې اقتدا کول چې مسجد الحرام ته د حج په مقصد تللي وو.
. په عبادت باندې مشغولتیا، حاجي یو څو ورځې د الله تعالی د عبادت لپاره ځان فارغ کړی وي، چې د یو عبادت څخه بل عبادت ته اوړي.
. د هغو مسلمانانو سره یو ځای کېدل چې په مقدسو ځایونو کې سره راټول شوي دي، او د هغوی سره پېژندنه کول، او د هغوی سره اړیکې جوړول.
بحث وکړه
له خپلو هغو ملګرو سره بحث وکړه چې حج یې کړی وي، او د حج د ادا کولو پر مهال د هغوی له احساساتو خبر شئ.
حج پر چا باندې فرض دی؟
حچ په عمر کې یو ځلي واجب دی په هغه چا باندې چې توان او طاقت یې ولري د مسلمانانو نارینه او ښځينه و څخه، نو هر هغه څوک چې په بدني او مالي ډول د حچ توان ولري په هغه باندې حج واجب دی.
د حج په تړاو خبرتیاوې:
. مسلمان نشي کولی چې حج ادا کړي مګر هغه ځای کې چې هغه لره ځانګړی شوی دی چې هغه (مکه مکرمه ده)، او د کال په ځانګړي وخت کې.
. په حج کې څو عبادتونه دي چې مسلمان یې باید مخکې د حج له تګ څخه زده کړي.
هر کال د مختلفو ملکونو مسلمانان حج کوي، او د ټولو یو ډول کالي (جامې) وي نو د شتمن او غریب ترمنځ پکې هیڅ توپیر نه وي.
د دې کلیپ په کتلو سره?Why Do Muslims Perform Pilgrimage (Hajj): مسلمانان ولې حج کوي؟ د حج عبادت د انساني فطرت سره د موافقت په لارو چارو خبرې وکړه.
مسلمانان د حج فريضه په کوم وخت کې ادا کوي:
أ) د رمضان میاشت کې.
ب) د ذو الحجې میاشت کې.
ج) د ديسمبر میاشت کې.
حج په مسلمان باندې فرض دی:
أ) یو ځل په عمر کې.
ب) دوه ځلې په عمر کې.
ج) هر کله یې چې د حج کولو وسه وشوه.
شخصي ارزونه
۱. ایا د عبادت په معنا باندې پوهېږې؟
۲. ایا د عبادت شرطونه بیانولی شې؟
ج) ایا د عبادتونو ډولونه بیانولی شې؟
۴. ایا د طهارت په معنا باندې پوهېږې؟
۵. ایا د طهارت ډولونه پېژنې؟
۶. ایا د اوداسه طریقه شرحه کولی شې؟
۷. ایا د اوداسه ماتوونکي شیان پېژنې؟
۸. ایا په جورابو باندې د مسحې کولو مسالو باندې پوهېږې؟
۹. ایا د غسل طریقه باندې پوهېږې؟
۱۰. ایا د غسل واجباتو باندې پوهېږې؟
۱۱. ایا ته پوهېږې چې په جنب باندې د څه شي کول حرام دي؟
۱۲. ایا د ښځې څخه د وتلو وينو ډولونه پېژنې؟
۱۳. ایا د ښځو د وېنو باره کې مهمې مسألې پېژنې؟
۱۴. ایا د لمانځه معنا باندې پوهېږې؟
۱۵. ایا ته پوهېږې چې مونږ ولې لمونځ کوو؟
۱۶. ایا د لمانځه شرطونه باندې پوهېږې؟
۱۷. ایا پنځه لمونځونه پېژنې؟
۱۸. ایا د لمانځه په طريقه باندې پوهېږې؟
۱۹. ایا د جمعې د لمانځه احکامو باندې پوهېږې؟
۲۰. ایا د زکات په معنا باندې پوهېږې؟
۲۱. ایا ته پوهېږې مونږ ولې زکات ورکوو؟
۲۲. ایا هغه مالونه پېژنې چې زکات پکې واجبیږي؟
۲۳. ایا د زکات شرطونه پېژنې؟
۲۴. ایا د زکات مستحق کسان معلومولای شې؟
۲۵. ایا د روژې پر معنا باندې پوهېږې؟
۲۶. ایا ته پوهېږې چې مونږ ولې روژه نېسو؟
۲۷. ایا د فرضي روژې په اړه پوهېدلی شې؟
۲۸. ایا د روژې ماتوونکي شیان معلومولای شې؟
۲۹. ایا ته معلومولای شې چې په رمضان کې چا ته روژه ماتول روا دي؟
۳۰. ایا د حج معنا باندې پوهېږې؟
۳۱. ایا ته پوهېږې چې مونږ ولې حج کوو؟
۳۲. ایا ته پوهېږې چې په چا باندې حج فرض دی؟
۳۳. ایا په سمه توګه اودس کولی شې؟
۳۴. ایا په سمه توګه غسل کولی شې؟
۳۵. ایا په سمه توګه لمونځ ادا کولی شې؟
۳۶. ایا د اسلام دین سهولت او اسانتیا احساس کوي؟
څلورم فصل
اسلامي حکمونه
د فصل لوستونه:
لومړی لوست
جامې (کالي)
پیلیزه
هغه جامې چې انسان یې اغوندي د الله تعالی له طرفه یو نعمت دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {يَابَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُون} [اې د ادم اولاده! یقینا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل کړی دی چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې کړې) او د پرهېزګارۍ لباس، دغه ډیر غوره دی، دا د الله تعالی له آیتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوی نصیحت حاصل کړي] (الأعراف: ۲۶). او په دې درس کې به مونږ د جامو متعلق ځینې مسئلې وپېژنو.
اصل په جامو کې:
اصل په جامو کې جواز دی، نو په دې کې هیڅ شی حرام نه دي مګر دا چې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې یې حراموالی بیان شوی وي.
او اصل په معاملاتو کې چې په هغې کې جامي هم راځي جواز دی، نو هیڅ شی نه حرامېږي مګر په دلیل سره، او دلته چې د حرامو جامو کوم ډولونه بیان شوي د دې ټولو حرمت یا په قرآن کریم او یا په نبوي سنتو کې راغلي.
بحث وکړه
د جامو له لارې کومې اړتیاوې پوره کېږي؟
حرامې جامې:
الله تعالی د جامو ځیني ډولونه حرامې کړي، چې د هغې نه دا دي:
. هغه چې عورت ښکاره کوي او نه یې پټوي.
. او هغه چې په هغې کې د بل جنس سره مشابهت وي، لکه د سړیو جامې چې د زنانو د جامو په څیر وي، او یا د ښځو جامې د سړیو د جامو په څیر وي.
. او هغه چې د تکبر او لویۍ څرګندونه وکړي.
. او هغه چې په هغې کې اسراف او زیاتی وي.
. او پر سړیو باندې د ورېښمو جامې اغوستل حرام دي، او همدارنګه په سرو او سپينو زرو ځان سېنګارول هغو لره حرام دي.
. او د هر هغه څه اغوستل چې د کفارو له جامو سره مشابهت کوي، لکه د هغوی د امامانو او راهبانو جامې، د مثال په توګه.
د سړي د عورت حد د نوم څخه تر زنګون پورې دی، مګر ښځه د پردو سړېو پر وړاندې ټوله عورت ده، او د هغې د خپلوانو (محارمو) لکه پلار او زوی او ورور نو د هغوی پر وړاندې به هغه څه ښکاره کوي کوم چې د نورو زنانه و پر وړاندې ښکاره کوي لکه مخ، وېښتان، غړۍ، مړوندونه، او پنډۍ.
له خپلو ملګرو سره یې شریک کړه تر څو د جامو د ډولونو د منع کولو ځیني لاملونه وپیژنئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له نارینه وو سره د ښځو او د ښځو له نارینه وو سره له مشابهت څخه منع کړی دی، او په دې ممانعت کې د لباس ډول او د خبرو طریقه هم شامله ده، او دغه مشابهت د هغو لویو ګناهونو څخه شمیرل شوی چې کوونکي یې د الله تعالی د عذاب مستحق ګرځي کله چې توبه ونه کړي، او اسلام غواړي چې د سړي طبيعت او ظاهري بڼه د ښځې له طبيعت څخه بېله وي، او همدارنګه ښځې هم داسې غواړي، نو دا د سالم فطرت او سم منطق ثبوت دی.
تمرېن
هغه جامې مشخصې کړئ چې یوازې د نارینه وو لپاره حرامې دي، او هغه چې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره حرامې دي:
. هغه چې عورت ښکاره کوي او نه یې پټوي.
. هغه چې د دوو جنسونو ترمنځ پکې مشابهت وي.
. هغه چې اسراف او زیاتی پکې وي.
. هغه چې د تکبر او لویۍ څرګندونه کوي.
. د ورېښمو او سرو زور اغوستل.
. د کافرانو د جامو سره مشابهت.
بحث وکړه
ایا د فیشن والو اوازونه، دودونه، رواجونه، یا د هغوی قوانین هغه اصل کیدی شي چې د نارینه یا ښځینه لپاره مناسبې جامې وټاکلی شي؟
د حرامو جامو په اړه فکر وکړئ، بیا د هغو حکمتونو په اړه فکر وکړئ چې د هغو په وجه یې حراموالی اړین دی.
سم ځواب په نښه کړئ: د سروزرو اغوستل حرام دي پر:
أ) سړو باندې.
ب) ښځو باندې.
ج) ماشومانو باندې.
په سړو باندې حرام دي:
أ) د وړۍ اغوستل.
ب) د ورېښمو اغوستل.
ج) ټول سم دي.
دویم لوست
خوراک او څښاک
پیلیزه
مسلمان خوراک او څښاک ته د الله تعالی د نعمتونو په نظر ګوري هغه چې شکر یې باید وویستل شي، او د دې د شکر څخه دا دی چې په دې باندې د عبادت کولو لپاره ځان قوي کړي، او په دې لوست کې به د خوراک او څښاک د احکامو او آدابو په اړه زده کړه وکړو او د هغو حرامو خوراکونو په اړه به هم زده کړو چې یو مسلمان باید ترې ډډه وکړي.
اصل په خوراک او څښاک کې:
اصل په خوراک او څښاک کې جواز دی، نو په دې کې هېڅ نه دي حرام مګر هغه چې په قرآن کریم یا په نبوي سنتو کې یې حرمت راغلی وي، الله تعالی فرمايلي: {يَاأَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً } اې خلکو! له هغو شیانو نه چې په ځمکه کې دي، حلال پاک خورئ. البقرة: 168 آیت).
حرام خوراک او څښاک:
الله تعالی یو ډول خواړه او څښاکونه حرام کړي چې ځيني یې دادي:
. شراب، او دا عقل له منځه وړي، او د عقل ساتنه د اسلامي شریعت د هدفونو څخه یو هدف دی.
. نشه یې توکي: ځکه چې هغه عقل او جسد دواړه له منځه وړي.
. هغه حیوانات چې پرته له حلالولو څخه مړه شوي وي، او یا پرې د حلالولو په وخت کې د الله تعالی نوم نه وي یاد شوی.
. د خنزیر غوښه: نو دا یوه داسې نجسه غوښه ده چې خوړل یې ناروا دی.
. ښکاري حیوانات، لکه زمریان، پړانګان، بازان او عقابان.
. هغه چې باطلو معبودانو ته د نزدېکت لپاره حلال شوي وي؛ لکه بوتان.
مقاصد الشریعة (د شریعت هدفونه): دا د اسلامي علمونو څخه یو علم دی، چې د دې په وجه اسلامي حکمونه او د شریعت رازونه معلومېږي، لکه: الله تعالی ولې دا حکمونه روا کړي؟ او دا حکم د څه هدف لپاره دی؟
د شرعي حلالې شرطونه کومې دي؟
شرعي حلاله هغه حلالول او یا قرباني ده چې لاندې شرطونه پکې وي:
۱. ذبحه کوونکی به مسلمان یا یهودي او یا نصراني وي چې فرق کولی شي او د قربانۍ اراده ولري.
۲. چې د غوڅولو آله حلالولو ته برابره وي او وینه تویوي او په تیره والي باندې غوڅول کوي لکه چاقو، او د هر هغه شي استعمالول حرام دي چې حیوان په دروندوالي او د حیوان په سر د ټکر کولو سره، او یا د برقي شارټ په څير سوځولو سره وژني.
۳. چې د الله تعالی نوم یاد کړي نو داسې ووايي: (بسم الله) کله چې خپل لاس د حلالولو لپاره خوځوي.
۴. د هغه څه پرې کول چې په حلاله کې یې پرې کول واجب دی، او هغه لکه: مری او ستونې او (ودجان) دي چې دا په څټ کې دوه غټ رګونه دي، او یا په دې څلورو شیانو کې درې شیان پرې کړي.
د سمندري حیواناتو خوړل څه حکم لري؟
هغه بحري حیوانات چې صرف په اوبو کې ژوند کوي د هغو د مړو شوو خوړل روا دي، لکه ماهیان او ربیان (یو قسم سمندري حیوانات دي) او نور، برابره خبره ده که په سمندرونو یا نهرونو او یا وړو نهرونو کې ژوند کوي.
د صحرایي نه ماتوونکو (نه داړونکو) حیواناتو ښکار او خوړل روا دي، په دې شرط چې د ښکار کولو په وخت کې یې بسم الله ووایي، او که چېرته یې ژوندۍ راګیره کړه نو حلاله دې کړي.
په رستورانتونو او دوکانونو کې د حلالولو حکمونه:
۱. هغه چې د مسلمانانو او اهل کتابو (یهودو او نصرانیانو) نه پرته نور چا حلال کړي وي، لکه بوذیانو، هندوانو او ملحدېنو نو دا حرام دي، او په دې کې هغه څه هم راځي کوم چې د هغو هیوادونو په رستورانتونو کې موندل کېږي چې اکثره خلک یې مسلمانان او اهل کتاب نه وي.
۲. هغه چې مسلمان او اهل کتابو په شرعي طرېقي سره حلال کړی وي نو دا د قرآن کریم په نص باندې روا دي.
۳. هغه چې مسلمان او یا اهل کتابو په غیر شرعي طرېقې سره وژلی وي لکه شارټ ورکول او په غرقولو سره نو دا حرام دي.
۴. د اهل کتابو ذبحه او هغه څه چې د هغوی په رستورانتونو کې وي په اصل کې روا دي، او د خوړلو په وخت کې باید د بسم الله په ویلو باندې ټینګار وشي، او مسلمان لره غوره دا ده چې هغه څه ونه خوري مګر چې تحقیق یې وکړي چې دا حلاله او مباحه غوښه ده.
بحث وکړه
د خپلو همکارانو سره په انټرنیټ کې ځینې سایټونه وپلټئ چې ستاسو سره ستاسو په هیواد کې حلالو خوړو ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
د هغې حلالې احکام چې په دوکانونو او رستورانتونو کې پلورل کیږي د هغه چا د مذهب له مخې توپیر لري چې ذبح کړي یې دي.
د حرامو خوراکونو او څښاکونو په اړه فکر وکړئ، بیا د هغو حکمتونو په اړه فکر وکړئ چې د هغو په وجه یې حراموالی اړین دی.
سم
ناسم
کله چې یهودي او یا نصراني یو مال حلال کړ نو د هغه خوراک روا دی اګر که د الله تعالی نوم یې پرې نه وي یاد کړی.
د هغې مړې شوې ذبیحي خوړل روا نه دی چې د برق په شارټ سره وژل شوې وي.
دریم لوست
مالي راکړې ورکړې
پیلیزه
د اسلام د دين عظمت دا دی چې د انساني ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي، په دې کې د خلکو د يو بل سره د معاملو کنټرول، د هغوی د حقوقو ساتنه او د هر چا په وړاندې د ظلم مخنیوي ته پاملرنه شوی، او د دې پاملرنې د لوازماتو څخه دا دي: د هغو قوانینو او مقرراتو تصویب چې د دوی ترمنځ مالي راکړې ورکړې اداره کوي، پدې لوست کې به موږ د مالي معاملو لپاره د یو لړ احکامو او د ځینو د منع کولو د دلیلونو په اړه پوهه حاصله کړو.
مالي راکړې ورکړې څه شی دي؟
مالي راکړې ورکړې: دا هغه معاملې دي چې پیسې په کې تبادله کیږي، که د نورو پیسو په بدل کې وي، لکه د پلور په توګه. یا د ګټې په بدل کې؛ لکه اجاره ورکول، یا پرته له ګټې؛ لکه ډالۍ.
په مالي راکړې ورکړې کې اصل:
اصل په مالي راکړې ورکړې کې جواز دی، نو په دې کې هيڅ شي ناروا ندی مګر هغه چې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې یې ناروا والی راغلی وي.
اصل په راکړه ورکړه کې چې له هغې څخه مالي راکړه ورکړه هم ده جواز دی، نو هیڅ شی پکې حرام نه دي مګر په دلیل سره، د عبادتونو برعکس چې اصل پکې حرمت دی ځکه چې هغه توقیفي دي نو هیڅ عبادت نه دی روا مګر په دلیل سره.
ناروا مالي راکړې ورکړې:
الله تعالی ځینې مالي راکړې ورکړې حرامې کړي، چې ځیني یې دا دي:
. په نا حقه سره د خلکو مالونه اخیستل، لکه په چل او زور سره اخیستل.
. د یو سوداګر مجبورول په داسې معامله چې هغه یې کول نه غواړي.
. د انسان روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو سودا کول؛ لکه الکول، نشه يي توکي، تمباکو او داسې نور.
. سود، په دې شرط د قرض ورکول چې بېرته به یې په یوه اندازه زیاتي سره ورکوي، لکه د 5٪ زیاتوالي په څیر.
. د یو مجهول شي سودا کول چې معلوم نه وي چې دا څه شی دی، لکه د داسې یو بکس پلورل چې د هغه دننه شیانو په اړه مالومات نه وي.
. قمار او شرطونه چې په هغه کې ګټونکي د بایلونکي پیسې په ناحقه اخلي.
د مالي راکړې ورکړې د حراموالي لاملونه:
اصلي لاملونه چې د هغو په وجه مالي معاملې حرامېږي دا دي:
۱. ظلم .
۲. سود.
۳. دوکه.
بحث وکړه
د ګڼو مالي راکړو ورکړو په رڼا کې چې یو مسلمان یې په خپل ژوند کې ترسره کوي، څنګه به پوه شي چې کوم یې حلال دي او کوم یې حرام دي؟
تمرېن
د راتلونکو عبارتونو څخه یو عبارت په خپله مناسبه خانه کې د تړاو له مخه کېږدئ:
. د شرابو خرڅول.
. رشوت.
. د انټرنټ له لارې د جامو اخیستل.
. د ضرر لرونكي موادو سودا کول.
. یو چا ته په دې شرط قرض ورکول چې بېرته به ورته ۱۰٪ زیات ورکوي.
. د څښلو اوبه خرڅول.
. هغه مسابقې چې ګډونوال یې پيسې ورکوي او بیا یې ګتونکی اخلي.
حلاله مالي راکړه ورکړه:
حرامه مالي راکړه ورکړه:
سود د هغو سختو مالي راکړو ورکړو څخه دی چې اسلام یې د هغه د زیانونو له امله یې منع کړی، او دا یو له لویو ګناهونو څخه شمیرل کیږي چې پدې معامله کوونکی الله تعالی په سخت عذاب سره ګواښلی.
د حرامو مالي راکړو ورکړو په اړه فکر وکړئ، بیا د هغو د حکمتونو په اړه فکر وکړئ چې د هغو په وجه یې حراموالی اړین دی.
سم
ناسم
جواري روا ده که د دواړو خواوو په رضایت سره وي.
مسلمان لره روا ده چې په سود سره قرض واخلي کله چې هغه ورته اړتیا ولري.
څلورم لوست
اخلاق (ښایسته خویونه)
پیلیزه
اسلام خپلو پیروانو ته په ښو اخلاقو ټينګار کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو نبوي احادیثو کې د اخلاقو اهمیت ته لارښوونه کړی، او ډیر هغه عبادتونه چې مسلمان یې کوي او اخلاق یې سره مقایسه کړی، او خوش اخلاقه مسلمان سره په دنیا او اخرت کې د لویو بدلو وعدې شوې، په دې لوست کې به مونږ د ځېنو فضیلتونو په تشریح سره په اسلام کې د اخلاقو اهمیت وپېژنو.
اخلاق په اسلام کې:
ښه اخلاق په اسلام کې لوړ مقام لري، نو دا د شریعت د هدفونو څخه یو مهم هدف دی، او همدارنګه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رالېږلو یو هدف هم دی، اخلاقله ایمان سره ټینګه اړيکه لري، نو په مومنانو کې هغه څوک د پوره ایمان څښتن دی چې ښايسته اخلاق ولري، مسلمان ته په نېکو اخلاقو باندې ثواب وركول كېږي، لکه څرنګه چې په لمانځه او روژه باندې ورته ثواب وركول كېږي.
بحث وکړه
د مسلمان اخلاق باید د نورو سره څرنګه وي؟ او ایا اخلاق د اسلام په اړه د دوی په قضاوت پورې اړه لري کنه؟
د غوره اخلاقو فضيلت:
. پيغمبر -صلی الله علیه وسلم- د هغه څه په اړه خبر ورکړئ چې ډیری خلک به د هغه په وجه جنت ته ننوځي چې هغه: د الله تعالی څخه وېره او ښايسته اخلاق دي.
. او پيغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت په ورځ د انسان په ترازو کې تر ټولو درنه نیکي: ښايسته اخلاق دي.
. او پېغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قیامت په ورځ هغه ته په مرتبه کې نږدې هغه مومن دی چې: په ټولو کې یې اخلاق ښايسته وي.
د انسان ترازو: دا به د قیامت په ورځ وي کله چې به د انسان نیکۍ او بدۍ په یو خاص ترازو باندې تلل کېږي چې هېڅوک د هغه شکل او اندازه نه پېژني، نو چې د چا د نېکیو تله درنه شوه هغه به جنت ته ننوځي او د چا چې د ګناهونو تله درنه شوه نو هغه به اور د جهنم ته ننوځي.
تمرېن
د راتلونکو عبارتونو څخه یو عبارت په خپله مناسبه خانه کې د تړاو له مخه کېږدئ:
. خشوع (عاجزي)
. مسلمان ته خندا (مسکا).
. د لارې نه د ضرري څيز لرې کول.
. ريښتیا.
. امید.
. د بل سره مرسته کول.
د خیر په کارونو کې مرسته کول
له نیکو اخلاقو څخه:
د زړه له عبادتونو څخه:
په اسلام کې د اخلاقو ځایونه:
په اسلام کې د اخلاقو یو ځای نه دی، بلکې ډیر ځایونه لري، او هغه دا دي:
. د الله تعالی سره اخلاق، لکه د الله تعالی نه وېره او هغه ته په عملونو کې اخلاص.
. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره اخلاق، لکه د هغه سره مینه او د هغه د یادولو په وخت کې ادب، او د هغه د نوم یادېدو په وخت کې په هغه باندې درود ویل.
. د شریعت سره اخلاق، لکه د شرېعت مسئلو ته غاړه کېښودل او د هغو احترام کول.
. له ځان سره اخلاق؛ لکه په نېکۍ کولو کې د ځان سره نرمي کول، او د سستۍ نه په منع کولو کې په ځان ټېنګتیا.
. د نورو سره اخلاق، لکه ریښتیا او امانتداري.
. د حیواناتو سره اخلاق، لکه د هغوی ساتنه او د وهلو او ازارولو نه یې ځان ساتل.
. د چاپېریال سره اخلاق، لکه له ورانولو څخه یې ساتل، د ونو کېنول، او د هغې په نعمتونو کې زیاتی نه کول.
اضافي مطالعه
د دې لپاره چې د اسلام د اخلاقو او فضایلو په اړه ډیر مالومات ترلاسه کړئ، او د هغه اثر په انسانانو باندې نو دا کتاب ولوله: (الإسلام دين السلام) اسلام د سلامتیا دین دی، کوم چې د اصول په پلې سټور کې په مختلفو ژبو شتون لري.
د کتاب راښکته کولو (ډاونلوډولو) لپاره بارکوډ سکین کړئ
اخلاق په اسلام کې یواځې د انسانانو سره په چلند کې محدود نه دی، بلکې د چاپېریال او حیواناتو سره په چلند پورې هم اړه لري.
د دې کلیپ په کتلو سره: (The beauties of Islam) د اسلام ښکلاوې، بیان کړه چې اسلام د انسانانو معنوي او اخلاقي اړتیاوې تر کومه حده پوره کوي.
یو نبوي حدیث بیان کړه چې د ښو اخلاقو په فضیلت باندې دلالت کوي.
سم
ناسم
په اسلام کې اخلاق یواځې انسانانو سره په تعامل کې محدود دی.
شخصي ارزونه
۱. ایا تاسو کولی شئ شرحه کړئ چې اصل په جامو کې څه دی؟
۲. ایا حرامې جامې دې وپېژندلې؟
۳. ایا پوه شوې چې په خوراک او څښاک کې اصل څه دی؟
۴. ایا حرام خوراکونه دې وپېژندل؟
۵. ایا حرام څښاکونه دې وپېژندل؟
۶. ایا ودې پېژندل چې په مالي راکړه ورکړه کې اصل څه دی؟
۷. ایا ناروا مالي راکړه ورکړه دې وپېژندلې؟
۸. آیا تاسو د اسلام اسانتیا او سهولت احساس کوئ؟
پای
په پایله کې نوي مسلمان ته د لاندې ټکو سپارښتنه کوو:
. له خپل دین څخه د هغه څه په زده کولو ټینګار چې اړتیا ورته لري، او باید په هغه کې د معتبرو منابعو پلټنه وکړي، که هغه علماء وي او که داعیان وي، کتابونه او حوالې وي او که صوتي یا ویډیویي مواد وي.
. په علم باندې عمل کول، نو په مسلمان باندې لازم دی چې کوم ګټور علم یې یاد کړی وي باید عمل پرې وکړي.
. په علم او عمل کې تدريجي پرمختګ، نو د علم حاصلول، د ښو اخلاقو خپلول او د عبادت ترسره کول يو انسان ته په يو وخت نه شي حاصلېدلی، بلکې يو په بل پسې یې ترلاسه کوي.
. د هر هغه څه څخه ځان ساتل چې په ایمان منفي اغیزه کوي، که هغه شکونه وي او یا خواهشات.
. په دوامداره توګه له الله تعالی څخه د حق لار موندلو غوښتل، او د حق څخه د باطل توپیر کول.
. اسلامي احکام له توانایۍ سره تړلي دي، نو مسلمان له هغو څخه هغه څه کوي، چې په وس کې یې وي، پرته له دې چې په خپل ځان باندې هغه څه بار کړي، چې په وس کې یې نه وي.
. د صالحو مسلمانانو د ملګرتيا په لټه کې واوسئ چې د هغه په ايمان او نيکۍ کې زياتوالى راولي، او د نورو د خواهشاتو او شکمنو خلکو سره له ناستو څخه ډډه وکړي.
وروستۍ ازموینه
نوم
اخرنۍ نمرې: /40 نمرې
أ. د راتلونکو جوابونو څخه سم ځواب په نښه کړئ:
۱۵ نمرې
۱. الله تعالی په انسان کې د څه شي په شان مشابهت ګرځولی:
. ملایکو.
. شیطانانو.
. چارپایانو.
. ټول سم دي.
۲. د انسان اصلي پیداېښت د څه شي څخه دی:
. اوبه.
. خټه.
. اور.
. تیږه.
۳. اسلام وایي چې انسانیت د هغوی د پلار څخه شروع شوی:
· إبراهيم.
· عيسى.
· آدم.
. محمد.
۴. کله چې یو انسان مړ شي هغه یو بل پړاو ته ځي:
. کار او ازموینه.
. بدله او حساب کتاب.
. نشت او ختمېدل.
. ټول سم دي.
۵. د محمد صلی الله د پېغمبرۍ نه وروسته الله تعالی د انسان نه هېڅ دین نه قبلوي مګر یو دین چې هغه:
. یهودیت دی.
. نصرانیت دی.
. اسلام دی.
. هندوییزم دی.
۶. د اسلام د رکنونو شمیر:
· 3
· 4
· 5
· 6
۷. الله تعالی په قرآن کریم کې خبر ورکړی چې هغه ټول ګناهونه بخښي که یې خوښه شي پرته له:
. قتل.
. غلا.
. شرک.
. دروغ.
۸. مسلمان چې د قرآن کریم هر یو حرف لولي نو هغه لره په دې باندې:
. یوه نیکي ده.
. دوه نېکیانې دي.
. اوه نېکیانې دي.
. لس نېکیانې دي.
۹. د قرآن کریم له نومونو څخه :
. الذکر.
. الفرقان.
. الکتاب.
. ټول سم دي.
۱۰. د الله تعالی په دې وینا کې: (ولم یکن له کفوا أحد) کې د (كفوًا) معنا، یعنې:
. پوره.
. معبود.
. هم سیال.
. یوازې.
۱۱. د (فلق) معنا د الله تعالی په دې وینا کې : (قل أعوذ برب الفلق) یعنې:
. د شپې تیاره.
. د سپوږمۍ راختل.
. د سبا راختل.
. د لمر زوال.
۱۲. د (أعوذ) معنا د الله تعالی په دې وینا کې: (قل أعوذ برب الناس) یعنې:
. زه پناه غواړم.
. بنده ګي کوم او نږدې کېږم.
. ثنا وایم او یادوم.
. تسلیمیږم او غاړه ږدم.
۱۳. د (الوسواس الخناس) معنا د الله تعالی په دې وینا کې: (من شر الوسواس الخناس) یعنې:
. جادوګر.
. حسد کوونکی.
. شیطان.
. کافر.
۱۴. د (شائنک) معنی د الله تعالی په دې وینا کې: (إن شانئك هو الأبتر) یعنې:
. ستا سره کرکه کوونکی.
. ستا سره مینه کوونکی.
. په تا باندې ایمان لرونکی.
. ستا نه مخ اړوونکی.
۱۵. د بدني عبادتونو څخه:
. مینه.
. امید.
. لمونځ.
. ټول سم دي.
ب. راتلونکې کلمې د دوی د سمو ډلو له مخې طبقه بندي کړئ:
۸ نمرې
. طواف.
. لمونځ.
. خوراک.
. قبلې ته مخ کول.
. د تشو متیازو وتل.
. د عورت پټول.
. څښل.
. خوب.
. د اوداسه واجبوونکي شیان:
. د لمانځه شرطونه:
. د اوداسه ماتوونکي شیان:
. د روژې ماتوونکي.
ج. لاندې د اوداسه اعمال ترتیب کړئ، له لومړي سره یې پیل کړئ:
۶ نمرې
. په سر باندې مسح کول.
. د مړوندونو پورې د لاسونو مینځل.
. د مخ مینځل.
. د پښو مینځل.
. د غوږونو مسح کول.
. خولې او پوزې ته اوبه اچول.
د. راتلونکي د لمانځه اعمال ترتیب کړئ، له لومړي سره یې پیل کړئ:
۶ نمرې
. د الحمد لله لوستل.
. رکوع.
. تحریمه تکبیر.
. سلام.
. د التحیات ویل.
. سجده کول.
هـ. د سمو جملو مخې ته د (سم) نښه، او ناسمو جملو مخې ته (ناسم) کېږدئ:
۵ نمرې
۱. مسلمانان د حج عبادت د رمضان المبارک په میاشت کې ترسره کوي.
۲. په مسلمانانو نارینه وو باندې د سرو زرو اغوستل ناروا دي.
۳. مسلمانانو لره روا ده چې د خنزیر غوښه وخوري.
۴. په مالي راکړه ورکړه کې اصل جواز او روا والی دی.
۵. په مسلمانانو کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو نږدې د قیامت په ورځ هغه څوک دی چې اخلاق یې ښایسته وي.
لومړی چاپ
دویم چاپ
دریم چاپ
څلورم چاپ
پنځم چاپ