وجوب العمل بالسنة وكفر من أنكرها
رسالة لطيفة تبين أهمية الالتزام بسنة النبي محمد صلى الله عليه وسلم وبيان كفر من ينكرها. تبدأ بالتأكيد على أن مصادر التشريع الإسلامي تعتمد على القرآن الكريم وسنة النبي محمد صلى الله عليه وسلم وإجماع علماء الأمة. تشرح الرسالة كيف أن القرآن وسنة النبي متلازمان، وتؤكد على ضرورة اتباع السنة لفهم وتطبيق أحكام الشريعة. يُستدل فيها بآيات القرآن وأحاديث النبي العدنان وشهادات من الصحابة والتابعين، لإثبات حجية السنة وأهمية التمسك بها. تُختتم الرسالة بتذكير المسلمين بضرورة طاعة الرسول والابتعاد عن مخالفة سنته لتحقيق الهداية والرحمة من الله جل جلاله.
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنتو د عمل کولو وجوب او ورڅخه د انکار کوونکو کفر لیکنه:
عبد العزيز بن عبد الله بن باز رحمه الله
بسم الله الرحمن الرحیم
سرېزه
الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله نبينا محمد؛ المرسل رحمة للعالمين، وعلى آله وأصحابه الذين حملوا كتاب ربهم سبحانه وسنَّة نبيهم -صلى الله عليه وسلم- إِلى من بعدهم، بغاية الأمانة والإتقان، والحفظ التام للمعاني والألفاظ - رضي الله عنهم وأرضاهم - وجعلنا من أتباعهم بإِحسان. وحجة على العباد أجمعين أما بعد :
پخوانیو او اوسنیو علماوو پدې اتفاق کړی دی چې د احکامو د اثبات او د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې -چې باطل ورته نه له مخکې او نه له شا راتګ کولی شي - د حلالو او حرامو د بیانولو - لپاره بنسټیز اصول د الله تعالی کتاب، بیا د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سنت؛ هغه څوک چې له خواهشاتو خبرې نه کوي، مګر هغه څه وایي چې وحی ورته کیږي، بیا د امت اجماع ده، او عالمان په نورو اصولو کې اختلاف لري چې تر ټولو مهم یې قیاس دی، جمهور علماء پدې نظر دي چې قیاس کله معتبر شرطونه پوره کړي بیا حجت دی، پدې اصولو دلیلونه له شمېر نه وتلي دي او لدې نه زیات او مشهور دي چې دلته یې یادونه وشي.
د احکامو د اثبات لپاره معتبر اصول
لومړی اصل: د الله تعالی - محبوب- کتاب.
لومړی اصل: د الله تعالی معزز کتاب دی او یقینا چې زمونږ د رب وینا د هغه له کتاب څخه په څو ځایونو کې د دې کتاب په پیروي او د حدودو سره یې له ودریدلو او پرې د منګولو لګولو پر وجوب دلالت کوي.
الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي.
او الله تعالی فرمایلي:
﴿قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِمَّا كُنْتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ﴾ (اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى).
او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ﴾ (بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى، باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى).
او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ﴾ (او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي).
او الله تعالی فرمایلي دي:
﴿ هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ﴾ (دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق خبردار كړى شي).
او په دې مفهوم کې آیتونه ډېر دي، او صحیح احادیث د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه راغلي دي چې موږ ته له قرآن څخه په پیروي کولو او پرې منګولو لګولو امر کوي، دا را په ګوته کوي چې چا پرې منګولې ولګولې هغه پر سمه لار دی او چا چې پرېښود هغه لار ورکه کړې ده. - د دې دلایلو له جملې څخه یو دا دی چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت دي چې هغه په حجة الوداع کې په خطبه کې وفرمایل:
( إِنِّي تاركٌ فيكُمْ مَا لَنْ تضلوا إِن اعْتَصَمْتُمْ بِهِ كِتَابَ اللهِ) (زه په تاسو کې داسې یو څه پريښودونکی یم که چېرته مو پرې منګولې خښې کړې نو هیڅکله به ګمراه نه شئ؛ هغه د الله کتاب دی)
مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی دی
او همدا رنګه په صحیح مسلم کې له زید بن أرقم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:
«إِنِّي تارك فِيكُمْ ثِقْلَين أَوَّلهُما كِتابُ الله فيهِ الهُدَى والنُّور فَخُذوا بِكتَابِ اللهِ وَتَمَسّكُوا بِهِ» «زه په تاسو کې دوه درانده څېزونه پرېښودونکی یم چې لومړی یې د الله کتاب دی، په هغه کې هدایت او رڼا ده، نو د الله کتاب واخلئ او منګولې پرې خښې کړئ»
نو د الله -تعالی- په کتاب یې ټینګار وکړ او - خلک یې - ورته وهڅول، بیا یې وفرمایل:
«وَأَهْلُ بَيْتي أذَكِّركُمُ الله في أهل بيتي أذكركم الله في أهل بيتي» «او زما کورنۍ؛ الله دریادوم زما د کورنۍ په اړه، الله دریادوم زما د کورنۍ په اړه»
او په یو بل لفظ کې یې د قرآن په اړه وفرمایل:
(هغه د الله رسۍ ده، چا چې ونیوله هغه په هدایت دی او چا چې پرېښوده هغه په ګمراهۍ دی).
او په دې معنا حدیثونه ډیر دي او د صحابه کرامو او له هغوی نه وروسته د علم او ایمان د خاوندانو سره پدې خبره اتفاق دی چې د الله پر کتاب منګولې خښول، پرې فیصلې کول، او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له سنت سره ورته پریکړې وروړل واجب دي، پدې اړه دلیلونه دومره زیات دي چې بسنه کوي او له زیاتو راوړلو یې په همدې اندازه بسنه کیږي.
دویم اصل: هغه چې له رسول الله- صلی الله علیه وسلم - صحابه کرامو او له هغوی وروسته د علم او ایمان له خاوندانو صحیح ثابت دي
او له درې ګونو اصولو څخه دویم یې هغه دی چې اجماع پرې شوې ده؛ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم -، د هغه له صحابه کرامو او له هغوی نه وروسته د علم او ایمان له خاوندانو څخه صحیح ثابت شوي - سنت - دي، هغوی پدې بنسټیز اصل ایمان لري، د شاهد په حیث کاروي او امت ته یې ورزده کوي، دوی په دې اړه ډېر کتابونه ليکلي او د اصول فقهې او مصطلح په کتابونو کې يې بیان کړي دي، د دې خبرې بې شمېره ثبوتونه دي، ځکه دا هغه څه دي چې د الله تعالی په سپېڅلي کتاب کې د هغه په اطاعت او پيروۍ امر شوی دی او پدې - امر - سره د هغه وخت خلک او له هغوی وروسته ټول مخاطب دي، ځکه چې هغه د ټولو لپاره د الله رسول دی، او ځکه چې دوی ته د قیامت تر ورځې پورې د هغه په اطاعت او پیروۍ امر شوی دی او ځکه چې هغه - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د کتاب مفسر، په خپلو ویناوو، کړنو او تقریراتو سره یې د اجمال بیانوونکی دی، او که دا سنت نه وای نو مسلمانانو به د لمونځونو رکعتونه، طریقه او هغه څه چې پر دوی باندې پکې واجب دي نه پېژندل، او نه به د روژې، زکات، حج، جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د حکمونو په تفصیل پوهیدل او د نه به د معاملاتو، محرماتو، او هغه حدودو او جزاګانو د احکامو په تفصیل پوهیدل چې الله تعالی - د محرماتو د تر سره کولو - په پایله کې واجب کړي دي، د دې دلیلونو له جملې څخه هغه چې د الله تعالی په کتاب کې په آل عمران سورت کې راغلي دي د الله تعالی دا وینا ده:
﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ (او د الله او د رسول اطاعت كوئ، لپاره د دې چې پر تاسو رحم وكړى شي)
او په النساء سورت کې د الله تعالی دا وینا:
﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا﴾ (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى)
همدا رنګه الله تعالی په النساء سورت کې فرمایلي دي:
﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا﴾ (چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى)
او دا څنګه شونې ده چې پيروي یې وشي او خلک د الله کتاب او د هغه د رسول سنت ته راجع کړای شي پداسې حال کې چې نه پرې استدلال کیږي او نه خوندي ساتل شوي دي، که چېرته داسې وي نو الله تعالی به خپل بنده ګان داسې یو څه ته راجع کړي وي چې هیڅ شتون نه لري چې - دا ادعا او ګمان - تر ټولو لوی باطل او په الله تعالی تر ټولو لوی کفر کول او بدګماني ده.
او الله -تعالی- په النحل سورت کې فرمایلي دي:
﴿وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ (او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلکو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي)
او همدا رنګه پدې کې الله تعالی فرمایلي:
﴿وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ﴾ (او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (كار) ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره (مو نازل كړى دي) چې ایمان لري)
نو څنګه کیدای شي چې الله تعالی خپل رسول - صلی الله علیه وسلم - ته داسې یو څه ور تر غاړې کړي چې نازل شوی کتاب ورته بیان کړي پداسې حال کې چې سنت یې نه وي، او یا پرې استدلال نه کیږی؟
بیلګه یې د النور په سورت کې د الله تعالی دا وینا ده:
﴿قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ﴾ (ته دوى ته ووایه: تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه دوى مخ واړوي، نو بېشكه همدا خبره ده چې په دغه (رسول) باندې هغه (د تبلیغ) بار دى چې پرې ایښودل شوى دى او پر تاسو باندې هغه بار دى چې په تاسو ایښودل شوى دى او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول).
او الله تعالی په همدې سورت کې فرمایلي دي:
﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾ (او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي)
او الله تعالی په الأعراف سورت کې فرمایلي دي:
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ (ته ووایه: اې خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغهٔ لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ).
او په دې آيتونو كې څرګند دلیل دی چې د هغه - علیه الصلاة والسلام - په پيروۍ كې هدايت او رحمت دى، او دا څنګه کیدی شي چې د هغه په سنتو عمل و نه شي او يا دا چې ووايي چې هیڅ صحت نه لري او یا پرې باور نه شي کېدلی.
او الله - تعالی - په النور سورت کې فرمایلي دي:
﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي)
او په سورة الحشر کې یې فرمایلي دي:
﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾ (او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ).
او پدې معنا کې آیتونه ډیر دي او ټول یې د هغه - علیه الصلاة و السلام - د تابعدارۍ په وجوب دلالت کوي او د هغه څه په پیروۍ چې هغه پرې راتګ کړی دی لکه څرنګه چې د الله - تعالی - له کتاب څخه په پيروۍ د وجوب او پرې منګولو لګولو، د اوامرو (منل) او له نواهیو (ځان ژغورلو) باندې وړاندې دلیلونه تېر شول، چې دا دواړه یو له بل سره تړلي اصلونه دي، چا چې له یو څخه انکار وکړ له بل څخه یې هم انکار کړی او دروغ یې ګڼلی دی او دا کفر، ګمراهي او د اسلام له دائرې څخه - د علم او ایمان د خاوندانو په اجماع سره - وتل دي.
له هغه احادیثو څخه چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - نه پدې اړه ثابت دي -
او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه متواتر حدیثونه راغلي دي چې د هغه اطاعت یې واجب او نافرماني یې حرامه کړې ده، دا د هغه چا په حق کې هم دي چې د هغه په عصر کې وو او هغوی چې د قیامت تر ورځې پورې راځي، - د دې حدیثونو - له جملې څخه یو هغه دی چې په صحیحینو کې له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه ثابت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«مَنْ أَطَاعَنِي فَقد أَطَاعَ الله ومَن عَصَانِي فقد عَصَى الله» «چا چې زما اطاعت وکړ، نو د الله اطاعت یې کړی دی او چا چې زما نافرماني وکړه نو د الله تعالی نافرماني یې کړې ده».
او له همده - رضي الله عنه - څخه په صحیح البخاري کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«كلّ أمَّتي يَدخُلونَ الجنةَ إِلا مَن أَبَى قِيلَ يا رسولَ اللهِ ومَن يَأبَى قَالَ مَن أَطَاعَني دَخَلَ الجنة ومَن عَصَاني فَقد أَبَى» «زما ټول امتیان جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړ، وویل شو ای د الله رسوله، او څوک دی چې انکار کوي، هغه وفرمایل: چا چې زما اطاعت وکړ جنت ته داخل شو او چا چې زما نافرماني وکړه نو هغه انکار وکړ»
أحمد، ابوداود او حاکم د مقدام بن معدي کرب په روایت د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«أَلا إٍني أوتِيتُ الكِتابَ ومِثْلَه مَعَهُ أَلا يُوشِكُ رَجلٌ شَبْعانُ على أريكَتِهِ يَقولُ عَليكمْ بِهذا القُرآنِ فَما وَجَدْتُمْ فيهِ مِن حَلال فأَحِلُّوهُ وَمَا وَجَدْتُم فيِه مِن حَرامٍ فَحَرِّمُوهُ» «خبردار اوسئ چې ماته کتاب او د کتاب په څېر ورسره راکړل شوی دی، نږدې ده چې یو سړی به (ومومئ) (چې وضعیت به یې د مالداره بې پروا انسان په څېر وي) په خپل تخت به ناست وي او وایې به: دا قرآن ټینګ ونیسئ، څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې وګڼئ او هغه څه مو چې پکې حرام وموندل، حرام یې وګڼئ»
أبو داود او ابن ماجه په صحیح سند سره له ابن أبي رافع څخه روایت کوي، هغه له خپل پلار څخه روایت کوي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:
«لا أَلْفَينَّ أَحَدَكُم مُتّكِئًا عَلى أَريكتِهِ يَأتِيهِ الأمْرُ مِن أَمْري مَمّا أَمَرْتُ بِهِ أو نَهَيْتُ عَنْهُ فَيقولُ لا ندْري، ما وَجَدْنا في كِتابِ اللهِ اتَّبَعْنَاه» «هیڅوک ستاسې څخه داسې ونه وینم چې په خپل تخت یې تکیه وهلې وي او زما له حکمونو څخه ورته یو حکم راشي چې ما پرې امر کړی وي او یا مې ورڅخه منع کړی وي، نو ووايي چې نه پوهیږو، هغه څه مو چې د الله په کتاب کې وموندل پيروي یې کوو»
او له حسن بن جابر څخه روایت دی وایې چې له مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې:
حَرّمَ رَسولُ الله -صلى الله عليه وسلم- يومَ خَيْبَر أَشْياءَ ثم قَالَ « يُوشِكُ أَحَدُكُم أَن يُكذِّبَني وَهو مُتّكِئ يُحًدّث بحدِيثي فَيقولُ بَيْنَنا وَبَيْنكُم كِتابُ اللهِ فما وَجَدْنَا فِيهِ من حَلالٍ اسْتَحْلَلْنَاهُ وَمَا وَجَدْنا فيه من حَرام حَرّمْنَاهُ أَلا إِنَّ مَا حَرّمَ رسُولُ اللهِ مِثْلُ مَا حَرّمَ الله» رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د خیبر په ورځ ځینې شیان حرام کړل بیا یې وویل: «کیدی شي چې یو ستاسو مې دروغجن وګڼي پداسې حال کې چې په بالښت به یې تکیه وهلې وي او زما حدیث به بیانوي نو وایې به: زمونږه او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو (عمل پرې کوو) او هغه څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو (عمل پرې نه کوو)، نو خبردار اوسئ، هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حرام کړي دي داسې دي لکه الله چې حرام کړي وي»
حاکم، ترمذي او ابن ماجه په صحیح اسناد سره روایت کړی دی.
او له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه متواتر حدیثونه راغلي دي چې هغه به په خطبه کې خپلو صحابه کرامو ته سپارښتنه کوله چې حاضر دې غائب خلک خبر کړي او ورته ویل به یې: «ربّ مبلغ أوعى من سامع» "ځیني وختونه هغه څوک ښه پوهیږي چې خبر ورته رسیږي د هغه چا په پرتله چې خبر ورته رسوي".
له دې جملې څخه هغه څه دي چې په صحیحینو کې دي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - چې کله په حجة الوداع کې د عرفې په ورځ او د قربانۍ په ورځ خطبه ویله نو خلکو ته یې وفرمایل:
«فليبلغ الشاهد الغائب فرب من يبلغه أوعى له ممن سمعه» «حاضر دې غائبو ته ورسوي، ځکه ډیری وختونه هغه چاته چې خبر ورسیږي ډیر ښه پرې پوهیږي د هغه چا په پرتله چې ورڅخه یې اوري»
او که چېرته یې سنت په اوریدونکي او هغه چاته چې رسیږي حجت نه وو او که چېرته تر قیامته تل پاتې نه وو، نو هیڅکله به یې ورته په رسولو امر نه و کړی، نو لدې څخه معلومیږي چې سنت په هغه چا حجت دي چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له خولې څخه یې اوریدلي وي- او په هغه چا چې په صحیح اسناد سره ورته نقل شوي وي.
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه کرامو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم - قولي او فعلي سنتونه حفظ کړي وو او له ځانونو وروسته یې تر تابعینو ورسول، بیا تابعینو له ځانونو وروسته نورو ته ورسول، همدا رنګه ثقه علماوو نسل په نسل او پیړۍ په پیړۍ رانقل کړل او په کتابونو کې یې راټول کړل، سم او ناسم یې پکې په ګوته کړل او د دې د پېژندلو لپاره یې یو لړ قوانین او ضوابط رامنځته کړل چې پر مټ یې قوي روایت له کمزوري څخه پيژندل کېده او د علماوو کتابونو د سنت کتابونه لکه صحیحین او داسې نور راونغاړل او داسې ساتنه یې ورڅخه وکړه لکه څرنګه چې الله تعالی د خپل کتاب ساتنه له هر ډول لاسوهنې او د فاسقانو له عبثیاتو او د باطل پرستو له تحریف څخه وساته، څرنګه چې د الله تعالی دا قول پرې دلالت کوي:
﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾ (مونږ قران کریم نازل کړی دی او مونږ يې حفاظت په خپله کوو).
او پدې کې شک نشته چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سنت د الله تعالی لخوا نازل شوې وحې ده، نو الله تعالی یې داسې ساتنه کړې ده لکه څرنګه یې چې د خپل کتاب ساتنه کړې ده، او داسې علماء یې ورته د نقد په موخه ګمارلي دي چې د باطل پرستو د هر ډول تحریف او د جاهلانو د هر ډول تاویل مخنیوی یې کوي، او هر هغه څه چې پرې جاهلانو، دروغجنو او ملحدانو پورې کړي دي هغه ترې لرې کوي، ځکه چې الله -جل جلاله- د خپل کتاب لپاره تفسیر ګرځولې ده او د اجمالي حکمونو لپاره یې تفصیل او بیان ګرځولی دی، او نور داسې حکمونه یې ور اضافه کړي دي چې قرآن کریم کې پرې ښکاره دلیل نشته، لکه د رضاعت حکمونه، د میراث ځینې حکمونه او د ښځې او عمه تر منځه یې په نکاح کې یو ځای کول او یا د ښځې او خاله تر منځه یې او داسې نور حکمونه چې صحیح سنت پرې ثابت دي حال دا چې د الله تعالی په کتاب کې نشته. او له هغه څه نه چې پدې اړه له صحابه کرامو، تابعينو او له هغوي نه وروسته له اهل علمو څخه روايت شوي دي، د سنت د تعظیم او پرې د عمل کولو د وجوب په اړه دي...
په صحیحینو کې له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې:
کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفات شو او له عربو څخه مرتد شول هغه څوک چې مرتد کېدل، ابوبکر صدیق - رضي الله عنه - وفرمایل: قسم په الله چې له هغه چا سره به وجنګیږم چې د لمانځه او زکات تر منځه توپیر وکړي، نو عمر - رضي الله عنه - ورته وویل: «څنګه ورسره جنګیږې حال دا چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: » «ما ته امر شوی دی چې له خلکو سره تر هغه پورې وجنګیږم تر څو چې دوی (لا إِلهَ إِلا الله) ووایي، کله یې چې وویل نو زما څخه یې خپلې وینې او خپل مالونه وساتل مګر په حقه سره» نو أبوبکر صدیق وفرمایل: آیا زکات د الله تعالی له حقونو څخه ندی، قسم په الله که دوی زما څخه یو وزګوړی - د وزې بچی چې یو کال یې پوره کړی وي او په دویم کال ورداخل شوی وي - منع کړي چې دوی به رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته ورکاوه نو زه به ورسره د منع کولو له امله وجنګیږم. نو عمر وویل: هغه مهال زه پوه شوم چې الله - تعالی - د ابو بکر سینه جګړې ته پرانیستلې ده نو زه پوه شوم چې هغه حق دی،
او صحابه کرامو – رضي الله عنهم – یې پدې کې پيروي وکړه، نو د مرتدینو سره تر هغه پورې وجنګیدل تر څو یې اسلام ته راوګرځول او هغه څوک یې ووژل چې په مرتد پاتې کېدلو یې اصرار درلود، نو پدې کیسه کې د سنت په تعظیم او پرې د عمل کولو په وجوب ستر دلیل پروت دی، همدا رنګه یوه نیا (جده) صدیق - رضي الله عنه - ته راغله او د خپل میراث په اړه یې ترې پوښتنه کوله نو هغه ورته وفرمایل:
د الله په کتاب کې ستا لپاره هیڅ شی نشته، او زه پداسې څه نه پوهیږم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به درته په کوم شي پریکړه کړی وي، او زه به له خلکو څخه - پدې اړه - پوښتنه وکړم. بیا هغه - رضي الله عنه - له صحابه کرامو څخه پوښتنه وکړه، نو ځینو یې په وړاندې ګواهي ورکړه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - نیا ته (د میراث) شپږمه برخه ورکړې ده او پدې یې ورته فیصله کړې ده، او عمر - رضي الله عنه - به خپلو مامورینو ته توصیه کوله چې د خلکو تر منځه د الله په کتاب پریکړه وکړي، که چېرته قضیه د الله په کتاب کې و نه مومي نو د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سنت سره دې ترسره کړي.
او کله چې خلکو ته د سقط ( په ښځې باندې د تیرې له امله د ماشوم ضایع کولو ) کې ستونزه پیدا شوه، نو له صحابه کرامو - رضي الله عنهم - څخه یې پوښتنه وکړه، نو محمد بن مسلمة او مغیره بن شعبة - رضي الله عنهما - یې په وړاندې ګواهي ورکړه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې کې د دیت په حیث د یو ښایسته غلام او یا ښایسته وینځې د ورکولو پریکړه کړې ده، نو ده - رضي الله عنه - هم په همدې پریکړه وکړه.
او کله چې عثمان - رضي الله عنه - ته د ښځې د عدت په اړه ستونزه پیدا شوه چې آیا د خاوند له مرګ نه وروسته به د خاوند په کور کې عدت تیروي ( که نه؟) نو فریعة بنت مالک بن سنان چې د أبو سعید خور کیږي - رضي الله عنها - ورته خبر ورکړ چې هغې ته رسول الله -صلی الله علیه وسلم - امر وکړ چې د خاوند له مرګ نه وروسته یې په کور کې پاتې شي تر دې چې عدت پاي ته ورسیږي، نو هغه - رضي الله عنه - هم همدا ډول پرېکړه وکړه.
همدا رنګه يې د سنت له مخې په وليد بن عقبه باندې د شرابو د څښلو له امله د حد جاري کولو حکم وکړ او کله چې علي -رضي الله عنه - ته خبر ورسیده - چې عثمان -رضي الله عنه - د حج تمتع نه منع کوي، علي -رضي الله عنه- د حج او عمرې یوځای احرام وتړلو، او ویې فرماېل: د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سنت به د هیچا د وینا له امله پرې نږدم، او کله چې په ابن عباس - رضي الله عنهما - باندې ځینو خلکو د حج د متعې په اړه د ابوبکر او عمر - رضي الله عنهما - په ویناوو استدلال وکړ چې هغوی حج او عمره سره نه جلا کول یعنې په یو احرام کې یې دواړه کول، - او ابن عباس یې تر منځه متعه ( له احرام څخه وتل واجب ګڼل ) نو ابن عباس وفرمایل : نږدې ده چې له آسمان څخه درباندې تېږي راووریږي؛ زه وایم: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي او تاسو وایئ چې ابوبکر او عمر ویلي دي، نو کله چې د ابوبکر او عمر د وینا له امله د سنت په پرېښودلو د سزا ویره شته نو د هغه چا به څه حال وي چې له هغوی ښکته د نورو خلکو د وینا له امله او یا یوازې د خپلې راي او اجتهاد په خاطر یې مخالفت کوي، او کله چې ځینو خلکو د عبد الله بن عمر - رضي الله عنهما- سره د ځینو سنتو په اړه مخالفت وکړ نو عبدالله ورته وویل: آیا مونږ ته د عمر په پیروۍ امر شوی که د سنت په پیروۍ باندې؟
او کله چې یو سړي عمران به حصین -رضي الله عنهما- ته وویل: مونږ ته د الله له کتاب څخه بیان وکړه پداسې حال کې چې هغه ورته له سنت څخه بیان کاوه، نو هغه - رضي الله عنه - په غصه شو او یې فرمایل: بیشکه سنت د الله تعالی د کتاب تفسیر دی او که چېرته سنت نه وای نو پدې به نه پوهیدو چې ماسپښین څلور رکعته، ماښام درې رکعته او سهار دوه رکعته دي او د زکات د احکامو په تفصیل به نه پوهېدو او داسې نور احکام چې په سنتو کې یې تفصیل بیان شوی دی، او له صحابه کرامو - رضي الله عنهم - څخه د سنت د تعظیم او پرې د عمل کولو په وجوب او له مخالفت څخه یې د ځان ساتنې په اړه ډیر زیات آثار راغلي دي، له جملې څخه یې دا هم دي چې عبد الله عمر - رضي الله عنهما - چې کله د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا بیانوله: ﴿لا تَمْنَعُوا إِمَاءَ اللهِ مَسَاجِدَ اللهِ﴾. ﴿د الله تعالی بندګانې د الله له جوماتونو څخه مه منع کوئ﴾.
نو ځینو زامنو یې وویل: قسم په الله چې منع به یې کړو، نو عبد الله پرې غصه شو او سختې سپکې سپورې یې ورته وویلې او ویې فرمایل: زه وایم چې رسول الله ویلي او تاسو وایئ چې په الله قسم دی چې منع به یې کړو. او عبد الله بن المغفل المزني - رضي الله عنه - چې د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - له صحابه و څخه دی، کله یې چې یو خپلوان ولید چې تیږې یې ویشتلې نو لدې کار څخه یې منع کړ او ورته یې وویل چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم- له تیږو ورولو څخه منع فرمایلي دي او داسې یې ویلي دي چې - په تیږو ویشتلو - خو نه ښکار کیږي او نه پرې دښمن ضربه ویني مګر غاښ ماتوي او سترګه ړندوي، نو یو څه وخت وروسته یې بیا ولید چې تیږې یې ویشتلې نو ویې ویل: قسم په الله که هیڅ خبرې درسره وکړم، زه درته وایم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له تیږو ویشتلو منع کړې ده او ته یې بیا ولې؟
او بیهقی د جلیل القدر تابعي؛ ایوب السختیاني څخه روایت کړی دی چې هغه فرمایلي دي: (کله چې دې یو سړي ته سنت بیانول او هغه درته وویل چې دا پریږده او له قرآن څخه راته بیان وکړه، نو پوه شه چې دا سړی ګمراه دی)، او اوزاعي - رحمه الله - فرمایلي دي: (سنت د کتاب په اړه قضاوت کوي؛ مطلق یې مقیدوي یا - یې په اړه - په هغه حکمونو سره (پریکړه کوي) چې په قرآن کې نه وي ذکر شوي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي:
﴿وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ (او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلکو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي).
او وړاندې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وینا تېره شوه چې: «أَلا إِني أوتِيتُ الكِتابَ ومثلَه مَعَهُ» «خبردار اوسئ چې ماته قرآن او په څېر یې یو بل څه راکړل شوي دي»
بیهقي له عامر الشعبي - رحمه الله - څخه روایت کوي چې هغه ځینو خلکو ته وویل:
(یقینا چې تاسو لدې امله هلاک شوئ چې آثار مو پریښودل، (له آثارو ) څخه یې موخه صحیح احادیث وو)، همدا رنګه بیهقي له اوزاعي څخه روایت کوي چې هغه - رحمه الله - خپلو ځینو ملګرو ته وویل: (کله چې درته د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه یو حدیث ورسید، نو پام کوه چې په بل څه ونه غږیږې، ځکه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د الله -تعالی- له لوري رسوونکی دی).
بیهقي د لوی امام سفیان بن سعید الثوري -رحمه الله- څخه روایت کړی دی چې هغه فرمایلي دي: (یقینا ټول علم؛ په آثارو پوهه کې دی)، او مالک - رحمه الله - فرمایلي دي: (مو ټول - یا د بل چا خبرې لره - ردوونکي یو او یا زمونږ خبره د بل چا لخوا رد کیږي مګر د دې قبر خاوند او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - قبر ته یې اشاره وکړه).
او ابو حنیفه - رحمه الله - فرمایلي دي: (کله چې حدیث د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه راغلی وي، نو په سر او سترګو مو قبول دی)
او شافعي -رحمه الله- فرمایلي دي: (هرکله چې ما له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه کوم صحیح روایت کړ او بیا یې وانخلم، نو زه تاسو شاهد ګرځوم چې زما عقل تللی دی).
او هغه -رحمه الله- همدا رنګه ویلي دي: (کله مې چې یوه وینا وکړه او پر خلاف یې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه حدیث وو نو زما وینا په دیوال وولئ).
او امام احمد بن حنبل - رحمه الله- ځینو ملګرو ته وویل: (نه زما تقلید کوه او نه د مالک تقلید کوه او نه د شافعي، او له هغه ځای څخه اخیستل وکړه چې مونږ ترې اخیستل کړي دي).
او هغه - رحمه الله - همدا رنګه فرمایلي دي: (زه هغو خلكو ته حيران شوم چې د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- څخه یې صحیح ِاِسناد پيژندلی دی بیا هم د سفیان پسې ځي، حال دا چې الله -سبحانه- فرمایلي دي: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ [نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي].
فرمایي: آیا پوهېږې چې فتنه څه ده؟ فتنه شرک دی، کیدی شي کله چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ځینې وینا رد کړي او په زړه کې یې یو څه انحراف راشي نو هلاک به شي)،
بیهقي له مجاهد بن جبر څخه روایت کوي چې هغه د الله تعالی د دې وینا په اړه فرمایلي دي:
﴿فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ﴾ [نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ]
(فرمایي: الله تعالی ته رجوع کول د هغه کتاب ته رجوع کول دي، او رسول ته رجوع کول د هغه سنت ته رجوع کول دي)، بيهقي له زهري - رحمه الله - څخه روايت کوي چې هغه فرمايلي دي: (زمونږ پخوانیو علماوو به ویل چې د سنتو پیروي کول نجات دی). او موفق الدین ابن قدامه - رحمه الله - په خپل کتاب روضة الناظر کې د حکمونو د اصولو په اړه فرمایلي دي چې: (او له دلایلو څخه دویم اصل د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سنت دي، او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وینا حجت دی، ځکه چې معجزه د هغه په رښتینولۍ، او د الله -تعالی- د هغه په پیروۍ امر کړی او د هغه له مخالفت څخه یې خبرداری ورکړی دی).
وینا پاي ته ورسیده.
او حافظ ابن کثیر - رحمه الله - د الله -تعالی- د دې وینا په تفسیر کې فرمایلي دي:
﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي).
(یعنې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له امر څخه؛ کوم چې د هغه لاره، منهج، طریقه، سنت او قانون دی، نو وینا او کړنې د هغه په وینا او کړنو باندې تلل کیږي، نو کوم چې ورسره موافق وي هغه منل کیږي او کوم چې ورسره مخالف وي هغه یې په ویونکی مردود دي اګر که ویونکی یې هر څوک وي).
لکه څرنګه چې په صحیحینو او نورو کې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه ثابت دي چې هغه فرمایلي دي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا ليسَ عَليهِ أَمْرُنا فَهُوَ رَدّ» "څوک چې يو عمل وکړي چې زموږ حکم پرې نه وي، هغه مردود دی"
یعنې هغه څوک دې وویریږي او ځان دې وساتي چې په ښکاره او پټه د رسول د شریعت مخالفت کوي:
﴿أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ﴾. چې دوي ته به څه آفت ورسیږي.
یعنې د دوي په زړونو کې به د کفر، نفاق او بدعت څخه وي.
﴿أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾. (یا دوي ته ډیر دردوونکی عذاب ورسیږي)
یعنې په دنیا کې په وژلو، حد پرې جاري کېدلو، زنداني کېدلو او داسې نورو سره، لکه څرنګه چې امام احمد روایت کړی دی وایې: مونږ ته عبد الرزاق حدیث بیان کړ، هغه وایې: مونږ ته معمر حدیث بیان کړ له همام بن منبه څخه چې فرمایلي دي: دا هغه څه دي چې مونږ ته ابوهریره بیان کړي دي چې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:
«زما او ستاسو مثال د هغه سړي په څېر دی چې اور یې بل کړی وي نو کله یې چې شاوخوا روښانه شي پتنګان او دا حیوانات چې په اور کې لویږي پرې راتوی شي نو هغه یې ورڅخه منع کوي خو هغوی پرې غالب شي او ځان پکې ورغورځوي، نو همدا زما او ستاسو مثال دی چې زه مو له اور څخه راګرځوم او درته وایم چې له اور څخه - زما لور ته راشئ - خو تاسو راباندې غالب شئ او ځان پکې وغورځوئ»
دواړو د عبد الرزاق له حدیث څخه روایت کړي دي
او سیوطي - رحمه الله - په خپله رساله: مفتاح الجنة في الاحتجاج بالسنة کې داسې فرمایلي دي:
پوه شئ - الله دې پر تاسو رحم وکړي - څوک چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د حدیث له حجیت څخه انکار وکړي - که هغه قولي یا فعلي چې په اصولو کې په پېژندل شوو شرطونو برابر وي نو هغه کفر وکړ او د اسلام له دائرې څخه ووت او له یهودو او نصاراو سره به راپورته کیږي او یا له هغو کافرو ډلو سره چې الله یې وغواړي.
وینا پاي ته ورسیده.
او له صحابه کرامو، تابعینو او له هغوی څخه وروسته د اهل علمو څخه د سنتو د تعظیم او پرې د عمل کولو او د هغه له مخالفت څخه د ځان ساتلو په اړه ډیر زیات آثار راغلي دي او زه هیله لرم چې هغه څه چې مونږ له آیتونو، حدیثونو او آثارو څخه یاد کړل د حق غوښتونکي لپاره کافي او قانع کوونکي وي، او مونږ له الله تعالی څخه غواړو چې مونږ او ټولو مسلمانانو ته د هغه کار توفیق راکړي چې هغه پرې راضي کیږي او د هغه د غضب له اسبابو څخه پرې ژغورل کیږو او مونږ ټولو ته د هغه مستقیمه لار وښایي، بیشکه چې هغه اوریدونکی او نږدې دی.
وصلى الله وسلم على عبده ورسوله، نبينا محمد وعلى آله وأصحابه وأتباعه بإحسان.
عبد العزيز بن عبد الله بن باز - رحمه الله -