ثلاثة الأصول وأدلتها

ثلاثة الأصول وأدلتها

هذا الكتاب هو متن صغير أساسي يبين فيه التوحيد والدين والنبوة، يبين هذه المعاني الثلاثة الأساسية المهمة في فهم العقيدة، وفي دراستها دراسة سليمة وصحيحة. وهو كتاب مختصر، لكنه كتاب مبارك؛ لأنه سهل العبارة ومركز وموجه، وليس فيه أي تعقيد أو إشكالات. فالإنسان بمجرد أن يقرأ الكتاب يستطيع أن يفهمه، ويستطيع أن يعرف المعاني المتضمنة فيه. هذا الكتاب قبل أن يبدأ الشيخ في الأصول الثلاثة قدم لذلك بأربعة مسائل، ثم بعد ذلك بثلاثة مسائل أخرى، ثم شرع في الأصول الثلاثة، وهي التي يجب على كل مسلم أن يتعلمها، وهي التي يسأل عنها العبد في قبره: من ربك؟ وما دينك؟ ومن نبيك؟ ألفها رحمه الله للمبتدئين واجتهد في تسهيلها واختصارها حتى خرجت بأحسن حلة وأعظم فائدة؛ يفهم بها الصغير، ولا يستغني عنها الكبير فعم نفعها، وكثر خيرها؛ لعظم قدر موضوعاتها وشرف محتواها.

Language: lang_ps
Prepared by: شيخ محمد التميمي رحمه الله
Version: 2.0
Translations 58
Afrikanns Assamese Azerbaijani Bulgarian +54
Attachments 7
PDF
Audio
Video
+3

درې ګوني اصول او دلایل یې

شيخ محمد التميمي رحمه الله

بسم الله الرحمن الرحيم

پوه شه -الله تعالی دې پر تا ورحمېږي- چې د څلورو مسايلو پېژندل پر موږ لازم دي:

لومړۍ: علم دی، چې مراد ترې په دلائلو سره د الله تعالی، د هغه د نبي او د اسلامي دين پېژندل دي.

دويمه: پرې عمل کول.

دریمه مساله: علم ته بلنه ورکول.

څلورمه: په دې لار کې په ضرر لیدلو صبر کول.

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قسم دی په عصر (مازديګر يا زمانه) (۱) یقینا انسان خامخا په تاوان کې دی (۲ مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او پر حق يې سپارښتنه کړې ده او پر صبر يې سپارښتنه کړې ده). [العصر:۱-۳].

شافعي رحمه الله تعالی ويلي: «که الله تعالی خپلو بندګانو ته له دې سورت پرته نور دلايل نه و رالېږلي نو همدې ورته بسنه کوله».

او بخاري رحمه الله فرمایلي دي: باب دی په دې اړه چې علم له وینا او عمل څخه مخکې اړین دی؛ او دليل يې د الله تعالی دا قول دی: ﴿فَٱعۡلَمۡ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لِذَنۢبِكَ...﴾[محمد:۹]، نو له وینا او عمل څخه مخکې یې په علم پيل وکړ.

پوهه شه -الله دې پر تا ورحمېږي-: چې د دغو درېیو مسئلو زده کړه او پرې عمل کول پر هر مسلمان او مسلمانې واجب دي:

(لومړۍ): دا چې الله موږ پیدا کړي یو، موږ ته يې روزي راکړې او بې سرنوشته يې نه یو پرېښي؛ بلکې موږ ته يې يو رسول رالېږلی، نو چا يې چې اطاعت وکړ جنت ته به داخلیږي او چا يې چې نافرماني وکړه اور ته به داخلیږي.

دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده: (بېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و (۱۵) خو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ). [المزمل:۱۵-۱۶].

دویمه مساله: الله تعالی نه خوښوي چې په عبادت کې له هغه سره څوک شریک شي، نه کومه مقربه ملایکه او نه کوم استول شوی نبي؛ دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو تاسې له الله سره هيڅوك مه رابولئ). [الجن سورت: ۱۸ ايت].

درېیمه: چا چې د رسول اطاعت کړی وي او الله یې یو ګڼلی وي، هغه ته روا نه ده چې د هغه چا سره دوستي وکړي چې د الله او د هغه له رسول سره یې دښمني وي، که څه هم ډېر نږدې خپلوان يې وي.

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، (او بيا) له هغه چا سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې كړې وي، كه څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله كورنۍ يې وي. د هغوى زړونو كې الله ايمان اچولى او په خپل روح سره يې د هغوى ملاتړ كړى. او هغوى به داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې به يې ويالې بهیږي، تلپاتې به وي په هغو كې. له هغوى څخه الله راضي دى او هغوى له هغه راضي دي. دا خلک د الله ډله ده، خبر اوسئ چې د الله ډله په رېښتیا بريالۍ كېدونكې ده). [سورت المجادلة: ایت ۲۲].

پوهه شه - الله دې تا ته د خپل طاعت لارښوونه وکړي- چې حنیفیت -یعنې د ابراهیم دین- دا دی: چې ته یوازې د الله عبادت وکړې او د هغه لپاره دین خالص کړې، او په دې سره الله ټولو خلکو ته امر کړی او د همدې لپاره یې پيدا کړي دي؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (او ما پيريان او انسانان نه دي پيدا كړي مګر د دې لپاره چې زما عبادت وکړي). [الذاريات سورت: ۵۶ ايت]، او د "يَعْبُدُونِ" معنا دا ده چې الله يو ومني.

او لوی شی چې الله پرې امر کړی دی توحيد دی، او هغه دې ته وايي چې عبادت يوازې الله لره وشي.

او لوی شی چې الله ترې منع کړې ده: شرک دی، او هغه له الله سره د بل چا رابلل دي.

اودلیل: د الله تعالی وینا ده: (او (يوازې) د الله تعالی بندګي وکړئ او هيڅ شى ورسره مه شريكوئ...) [النساء سورت: ۳۶ ايت].

کله چې تاته وویل شو: هغه درې ګوني اصول کوم دي چې پر انسان یې پېژندل واجب دي؟

نو ته ووایه چې: بنده لره خپل رب، خپل دين او خپل پېغمبر محمد -صلی الله عليه وسلم- پېژندل دي.

[لومړی اصل]

نو که چېرته درته وویل شو: رب دې څوک دی؟

ته ووايه: رب مې هغه الله دی چې زه او ټول عالم يې په خپلو نعمتونو پاللي يو، او هغه مې معبود دی چې له هغه پرته مې هيڅ بل معبود نشته، او دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی). [الفاتحة: ۲]. او له الله پرته چې هر څه دي هغه عالم دی، او زه هم له دې عالم څخه يو يم.

(که درته وويل شو چې): خپل رب دې په څه پېژندلی دی؟

نو ته ورته ووایه: د هغه (د قدرت) په نښانو او مخلوقاتو.

د هغه له نښانو څخه؛ شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ دي.

او د هغه له مخلوقاتو څخه: اووه اسمانونه او څوک چې پکې دي، او اووه ځمکې او څوک چې پکې دي، او څه چې د دواړو تر منځ دي.

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ). [فصلت سورت: ۳۷ ايت].

او د الله تعالی وينا: (بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب). [الأعراف سورت: ۵۴ ايت].

او رب معبود ته ويل کيږي؛ دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه) (۲۱). هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازلې کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري). [البقرة سورت: ۲۱-۲۲ ایتونه].

ابن کثیر رحمه الله فرمایلي: "د دې شیانو خالق؛ همغه د عبادت وړ دی".

او د عبادت هغه ډولونه چې الله امر پرې کړی دی: لکه اسلام، ايمان او احسان؛ او دغه راز دعاء، ویره، امید ساتل، توکل، لیوالتیا، ډار، عاجزي، وېره، رجوع، مرسته غوښتل، پناه غوښتل، تنګسه کې د مرستې غوښتنه، حلالول، نذر او نور هغه عبادتونه چې الله امر پرې کړی دی - ټول الله تعالی لره دي؛ او دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوك مه رابولئ). [الجن سورت: ۱۸ ايت].

نو که چا له دې عبادت څخه کوم شی له الله پرته بل چا ته وکړ، هغه مشرک او کافر دی، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي). [المؤمنون سورت : ۱۱۷ ایت].

او په حدیث کې دي چې: «دعا د عبادت مغز دی».

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي ژر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي). [غافر سورت: ۶۰ ایت].

او د خوف دليل د الله تعالی دا قول دی: (...(ګورئ بيا) مه ترې ډارېږئ او مانه وډار شئ كه تاسو ریښتيا مومنان ياست). [آل عمران سورت: ۱۷۵ ايت].

او د رجاء دليل د الله تعالی دا قول دی: (...نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي). [الكهف سورت: ۱۱۰ ايت].

او د توکل دليل، د الله تعالی دا قول دی: (...او په الله بروسه وكړئ كه (رښتيني) مومنان ياست). [المائدة سورت: ۲۳ ايت]، او د الله تعالی دا قول: (...او څوك چې پر الله بروسه وكړي نو همغه ورته بسنه کوي...) [الطلاق سورت: ایت ۳] .

او د رغبت، ډار او خشوع دليل د الله تعالی دا قول دی: (...بې شكه هغوى (ټولو) په نېكيو كې بيړه كوله او موږ يې (د ثواب) په مينه او (له عذاب نه) په وېره وربللو، او خاص موږ ته غاړه اېښودونكي وو). [الأنبياء سورت: ۹۰ ايت].

او د وېرې دلیل د الله تعالی دا قول دی: (...نو له هغوى مه وېريږئ بلكى له ما ووېرېږئ...) [سورت المائدة: ۳ ایت].

او د رجوع دليل د الله تعالی دا قول دی: (او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ...) [الزمر سورت: ایت ۵۴].

او د مرستې غوښتو دليل د الله تعالی دا قول دی: (خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو). [الفاتحة سورت: ۵ ايت]، او په حدیث کې دي چې: «که مرسته غواړې، نو له الله څخه مرسته وغواړه».

او د پناه غوښتو دليل د الله تعالی دا قول دی: (ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم). [سورت الفلق: ایت ۱]، او (ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم). [الناس سورت: ۱ ايت].

او د تنګسې پر مهال د مرستې غوښتو دليل د الله تعالی دا قول دی: (هغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل...) [الأنفال سورت:۹ ايت].

او د ذبحې دليل د الله تعالی دا قول دی: (ورته وايه: بې شكه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم او زما ژوند او مرګ هر څه د مخلوقاتو رب الله لره دي) (۱۶۲). چې هيڅ شريك نه لري...) [الأنعام سورت: ۱۶۲-۱۶۳]، او له سنت څخه یې دلیل دا دی: «پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې د الله نه غير د بل چا لپاره حلاله کوي».

او د نذر دليل د الله تعالی دا قول دی: (هغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى). [الإنسان سورت: ۷ آيت].

[دويم اصل]

په دلایلو سره د اسلام د دین پېژندل، چې هغه: الله تعالی ته په توحید سره تسلیمېدل، د اطاعت له لارې هغه ته غاړه اېښودل، او له شرک او مشرکانو څخه بېزاري ده.

او هغه درې مرتبې لري: اسلام، ايمان او احسان.

او هره مرتبه خپل ارکان لري.

د اسلام ارکان پنځه دي: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، لمونځ قايمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نيول او د بیت الله الحرام حج کول.

نو د ګواهۍ ورکولو دليل د الله تعالی دا قول دی: (الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او ملاېکې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته ذات څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته. [آل عمران سورت: ایت ۱۸].

او معنا يې دا ده چې: له الله پرته بل هيڅ حق معبود نشته.

(لَا إِلَهَ) د ټولو هغو شيانو نفي کوي چې له الله پرته يې عبادت کېږي.

"إِلَّا اللَّهُ" یوازې الله ته د عبادت اثبات.

د هغه په عبادت کې شريک نشته، لکه څنګه چې د هغه په پاچاهۍ کې شريک نشته.

او تفسير يې داسې دی چې د الله تعالی دې قول روښانه کړی دی: (او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ (۲۶) پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم..) [الزخرف سورت: ۲۶- ۲۷ ايتونه]، او د الله تعالی وينا: (ورته ووايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك له الله پرته يو بل د خدايانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو). (د آل عمران سورت: ۶۴ ايت)

او د دې ګواهۍ دليل چې محمد د الله رسول دی، د الله تعالی دا قول دی: ((دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاسې د ښېګڼې حريص دى، پر مومنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبة سورت: ایت ۱۲۸].

او د دې ګواهۍ ورکولو معنا چې محمد د الله رسول دی دا ده چې: په کومو شيانو هغه امر کړی په هغو کې يې طاعت وشي، د کومو شيانو په اړه یې چې خبر ورکړی په هغو کې ریښتینی وګڼل شي، له کومو شيانو يې چې منع کړې او رټلي يې دي له هغو ډډه وشي، او دا چې د الله عبادت يوازې په هغو شيانو وشي چې د هغه په شريعت کې دي.

او د لمانځه، زکات او د توحيد د تفسير دليل د الله تعالی دا قول دی: (او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې د الله عبادت وکړي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم صحیح دين دی). [البينة سورت: ۵ ايت].

او د روژې دليل د الله تعالی دا قول دی: (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسې پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاران شئ). (البقره سورت: ۱۸۳ ايت)

او د حج دليل د الله تعالی دا قول دی: (او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالمیانو بې نیازه دی). [آل عمران سورت: ایت ۹۷].

دوهمه مرتبه: ايمان؛ او هغه څه د پاسه اویا څانګې لري، لوړه يې د لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ويل دي، او ښکته يې له لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي، او حياء د ايمان يوه څانګه ده.

ارکان يې شپږ دي: چې پر الله تعالی، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو، د آخرت پر ورځ او د تقدیر په خیر او شر ایمان ولرې.

د دې شپږو ارکانو دليل د الله تعالی دا قول دی: ((یوازې دا کار) نيكي نه ده چې تاسي خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او ملاېکو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي...) [البقرة سورت:۱۷۷ ايت].

او د تقدير دليل د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي). [القمر سورت: ایت ۴۹].

درېيمه مرتبه: احسان -يو رکن- دی، او هغه دا چې د الله تعالی عبادت داسې وکړې لکه ته چې هغه وینې، او که ته هغه نه وینې، نو هغه خو تا ویني.

او دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي). [النحل سورت: ایت ۱۲۸].

او د الله تعالی قول دی: (او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه (۲۱۷) هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې (۲۱۸) او په سجده كوونكو كې ستا اوړېدل (پرېوتل پاڅېدل ويني). (د الشعراء سورت: ۲۱۷- ۲۱۹ ايتونه)

او د الله تعالی وينا: (او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست...) [يونس سورت: ایت ۶۱] ايت.

(له سنت څخه يې دليل): د جبريل (علیه السلام) مشهور حديث دی، چې له عمر رضي الله عنه څخه روايت دی، وايي چې: «يوه ورځ موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست وو، ناڅاپه يو سړی را ښکاره شو، چې تکې سپينې جامې او تک تور ويښته يې وو، پر هغه د سفر کومه نښه نه ښکارېده او له موږ هيچا هغه نه پېژندلو، تر دې چې نبي صلی الله عليه وسلم ته کښېناست، خپل زنګنونه يې د هغه له زنګنونو سره ولګول او لاسونه يې پر ورنو کېښودل، او ويې ويل: اې محمده!

داسلام باره کې خبر راکړه؟

نو رسول الله ﷺ وفرمایل: اسلام دا دی چې ګواهي ورکړې پدې چې په حقه د عبادت وړ نشته مګر یوازې الله دی او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې که له وسې دې پوره وه، هغه وویل: رښتیا دې وویل. - نو موږ ورته حيران شو، چې پوښتنه هم ترې کوي او تصديقوي يې هم –.

ویې ویل: نو د ایمان په اړه خبر راکړه؟

هغه وفرمایل: "چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو، د آخرت په ورځ، او د خیر او شر په تقدیر ایمان ولرې". هغه وویل: "رښتیا دې وویل".

ویې ویل: نو د احسان په اړه خبر راکړه؟

ویې فرمایل: «چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې وینې، که چیرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني».

ویې ویل: نو د قيامت په باره کې ما خبر کړه؟

هغه وويل: «پدې (ځواب) له پوښتونکي څخه پوښتل شوی ډیر نه پوهیږي».

ویې ویل: نو د هغې له نښو څخه ما خبر کړه؟

ویې فرمایل: دا چې وینځه خپله مالکه وزیږوي، او دا چې ته به لغړې پښې، لوڅ، بېوزله د پسونو شپانه وینې، چې د ودانیو په لوړولو کې به یو پر بل سبقت کوي.

(عمر رضي الله عنه وويل:) بیا هغه روان شو، یو څه وخت تېر شو، بیا (رسول الله ﷺ) وویل: «اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟» ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي».

[دریم اصل]

د خپل نبي محمد ﷺ پېژندنه: هغه محمد زوی د عبد الله، زوی د عبد المطلب، زوی د هاشم دی، هاشم له قريشو څخه دی، قريش له عربو څخه دي، او عرب د اسماعيل زوی د ابراهيم الخليل له اولادې څخه دي – پر هغه او زموږ پر نبي دې غوره درود او سلام وي-.

هغه درې شپېته کاله عمر درلود، څلوېښت يې له نبوت وړاندې او درويشت يې د نبي او رسول په توګه.

په اقرأ باندې نبي او په مدثر باندې رسول شو، او د ده ښار مكه ده.

الله تعالی له شرک څخه په وېرولو او توحيد ته په بللو باندې مبعوث کړی دی، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (اې په جامه كې ځان نغښتونكيه (۱) پاڅېږه او خبرداری وركړه (۲) او د خپل پالونکي لويي بيان كړه (۳) او خپلې جامې پاكې وساته (۴) او له هري پلیتۍ څخه ډډه وکړه (۵) او داسې ښېګڼه مه كوه چې (بدل) زياتوالی يې غواړې (۶) او پالونکي ته دې صبر كوه) [المدثر سورت: ۱- ۷ ايت].

او د ﴿قُمۡ فَأَنذِرۡ﴾ معنا: له شرک څخه یې ویروي او توحید ته بلنه ورکوي.

﴿وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ﴾ یعنې: په توحید سره یې عظمت بیان کړه.

﴿وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ﴾ یعنې: کړنې دې له شرک څخه پاکې کړه.

﴿وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ﴾ الرُّجْز: بتان، او پرېښودل يې: پخپله د بتانو پرېښودل، او له هغوی او مشرکانو څخه بیزاري.

لس کاله يې همداسې توحيد ته په بلنه تېر کړل، له لسو کالو وروسته د اسمان په لور بوتلل شو او پنځه لمونځونه پرې فرض شول، بيا يې مکه کې درې کاله لمونځ وکړ او له هغې وروسته ورته مدينې ته د هجرت امر وشو.

او هجرت د شرک له هېواد څخه د اسلام هېواد ته تللو ته وايي.

او د شرک له هېواد څخه د اسلام هېواد ته هجرت کول پدې امت فرض دي، او دا حکم د قیامت تر راتللو پورې پاتې دی.

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (بې شكه هغه کسان چې ملاېكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پر خپلو ځانو ظالمان وو، (ملاېكې) ورته وايي په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي آيا د الله ځمكه پراخه نه وه چې هجرت مو پكې كړى وى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بد ځاى دى (۹۷) پرته له هغو كمزورو نارينه و، ښځو او ماشومانو چې نه څه چاره لري او نه كومه لار پېژني) [النساء سورت : ۹۷ - ۹۸ ایتونه].

او د الله تعالی دا قول: (اې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ). [العنكبوت سورت: ۵۶ ايت].

بغوي رحمه الله وايي: «د دې آيت د نزول سبب دا دی: چې دا د هغو مسلمانانو په اړه دی چې په مکه کې وو او هجرت يې نه و کړی، الله ورته د ايمان په نوم غږ وکړ».

او له سنتو څخه پر هجرت باندې دليل د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- دا قول دی: «هجرت تر هغه بندېږي تر څو چې توبه نه وي بنده شوې، او توبه تر هغه نه بندېږي تر څو چې لمر له لويديځه نه وي راپورته شوی».

کله چې په مدینه کې ځای پر ځای شو؛ د اسلام د پاتې نورو احکامو امر ورته وشو - لکه: زکات، روژه، حج، اذان، جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر - پدې کې یې لس کاله تېر کړل.

هغه صلی الله علیه وسلم وفات شو او دین یې پاتې شو، دغه يې دين دی، هیڅ خېر یې ندی پرېښی مګر دا چې خپل امت ته یې ورښودلی، او هیڅ شر یې ندی پرېښی مګر دا چې خپل امت یې ترې ویرولی.

او هغه خېر چې ده خپل امت ته ښودلی؛ توحيد او ټول هغه څه دي چې د الله خوښ دي او پرې راضي کېږي.

او هغه شر چې امت يې ځينې ویرولی؛ شرک او ټول هغه څه دي چې د الله نه دي خوښ او منع يې ترې کړې ده.

الله ټولو خلکو ته مبعوث کړ او د هغه طاعت يې پر پېريانو او انسانانو ټولو فرض کړ، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم...) [الأعراف سورت:١٥٨ ايت].

او الله تعالی پرې دین بشپړ کړی دی؛ دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (...نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى...) [المائدة سورت: ٣ ايت].

او د هغه پر وفات دليل د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي (٣٠) بيا به تاسي (ټول) د قيامت په ورځ د خپل رب پر وړاندې جګړې کوئ) [سورت الزمر: ۳۰-۳۱ ایتونه].

او خلک چې کله مړه شي نو بيا به راژوندي کېږي، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو). [طه سورت: ٥٥ آيت]، او د الله تعالی دا وينا: (او تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ (١٧) بيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو) ترې راوباسې په راویستلو سره). [سورت نوح: ١٧ - ١٨ ایتونه].

او له بيا ځل راژوندي کېدو وروسته به حساب ورسره کېږي او د اعمالو بدله به ورکول کېږي، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (...تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي) [سورت النجم: ٣١ ایت].

او چا چې پر بعث تکذيب وکړ کافر شو، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (كافرانو دا خيال (او دعوا) كړې چې بيا به هغوى را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسي به را ژوندي كېږئ او څه مو چې كړي پر هغو به خبرېږئ او دا پر الله ډېره اسانه ده). [التغابن سورت: ٧ آيت].

او الله ټول پېغمبران زېری ورکوونکي او وېروونکي لېږلي دي، دليل يې د الله دا قول دی: (دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي...) (النساء سورت: ۱۶۵ ايت)

لومړنی یې نوح علیه السلام و.

او وروستی يې محمد صلی الله عليه وسلم دی، او هغه خاتم النبيين دی، له هغه وروسته بل نبي نشته؛ او دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (محمد (صلى الله عليه وسلم) ستاسې له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى...) [الأحزاب سورت: ۴۰ ايت].

د دې دليل چې نوح یې لومړی دی، د الله دا قول دی: (يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده...) [النساء سورت: ۱۶۳ایت].

او له نوح نه تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې هر امت ته الله رسول لېږلی دی، چې يوازې د الله پر عبادت يې ورته امر کړی او د طاغوت له عبادته يې منع کړي دي، دليل يې د الله تعالی دا قول دی: (او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې (يواځې) د الله تعالی عبادت وکړئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ...) (النحل سورت: ۳۶ ايت).

او الله پر ټولو بندګانو فرض کړي چې پر طاغوت کفر وکړي او پر الله ايمان ولري.

ابن القیم رحمه الله فرمایي: «د طاغوت معنا دا ده: چې بنده پر کوم معبود، يا پيروي کېدونکي او يا طاعت کېدونکي باندې له حده تېری وکړي».

او طاغوتان ډېر دي، خو سرکرده يې پنځه دي: ابليس لعنه الله، او هغه څوک چې عبادت يې کېږي او دی پرې راضي وي، او هغه څوک چې خلک خپل عبادت ته وربولي، او هغه څوک چې د غيبو له علم څخه د کوم شي دعوه کوي، او هغه څوک چې د الله له دين پرته په بل شي فيصلې کوي.

دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوک چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته او الله اوريدونكى پوه دى). [البقرة سورت: ۲۵۶ ايت]، او همدا د "لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ" معنا ده، او په حدیث کې دي: "د دين سر اسلام دی، او ستن يې لمونځ دی، او لوړه څوکه يې د الله په لار کې جهاد دی".

او الله ښه پوهېږي.