المناهج التعليمية - الصف الثالث
-1016635-65151000 عنوان: درسي نصاب، د توحید کتاب، سویه (دریمه). لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون توحید ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. هغه اړین موضوعات او مسائل چې په دریمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي: د دین د درې ګونو مرتبو بیان چې عبارت دي له: اسلام، ایمان او احسان څخه، او د دې له مخې یې: تعریف او د معناګانو تشریح. د اسلام د پنځګونو ارکانو راوړل چې هر رکن معنا شوی او تشریح شوی او د قران او سنت څخه پرې دلایل راوړل شوي دي. د ایمان د شپږګونو ارکانو راوړل چې هر…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
-1016635-65151000 عنوان: درسي نصاب، د توحید کتاب، سویه (دریمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون توحید ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. هغه اړین موضوعات او مسائل چې په دریمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي: د دین د درې ګونو مرتبو بیان چې عبارت دي له: اسلام، ایمان او احسان څخه، او د دې له مخې یې:
تعریف او د معناګانو تشریح.
د اسلام د پنځګونو ارکانو راوړل چې هر رکن معنا شوی او تشریح شوی او د قران او سنت څخه پرې دلایل راوړل شوي دي.
د ایمان د شپږګونو ارکانو راوړل چې هر رکن یې معنا شوی او تشریح شوی او د قرآن او حدیث دلایل پرې راوړل شوي دي.
د هغه چا حکم چې د اسلام او ایمان د ارکانو څخه له یو نه هم انکار وکړي.
د احسان د مرتبې فضیلت او لوړه مرتبه.
-1016635-65151000
10160-33020000-2286004762500
دریمه سویه
پيلیزه
الحمدُلله الذي عَلَّم بِالقَلَم، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلام على النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الكَريمِ الذي بَعَثَه اللهُ لِيُخرِجَ النّاسَ مِن الظُّلمات إلى النُّور، أمّا بعد:
د الله جل جلاله توحيد هغه واجب دی چې د نورو واجباتو په پرتله پرې زیات ټینګار شوی او پرې پوهېدل تر ټولو عزتمند او غوره علم دی، دا هغه بنسټ دی چې د عملونو صحت او قبلیدل پرې بنا دي او بندګان ورته تر هر څه زیاته اړتیا لري؛ ځکه چې د زړونو لپاره هیڅ ژوند، خوشحالي او سکون نشته، پرته له دې چې خپل رب، معبود او پيدا کوونکی ذات د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو سره وپیژني.
او لکه څرنګه چې په دین کې پوهه تر لاسه کول، او د عبادتونو د ادا کولو په څرنګوالي پوهېدل لکه: طهارت، لمونځ او لدې دواړو پرته نور د نیکبختۍ علامې او د دې خبرې نښه ده چې الله تعالی خپل دې بنده ته د خېر اراده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
بخاري په کتاب العلم؛ باب من یرد الله به خیرا یفقهه فی الدین کې په ۷ شمیره راوړی دی.
نو له همدې کبله د ټولنو د پوهاوي بنسټ د توحید د مضمون په تدریس ټینګار کوي، تر څو زده کوونکي په سمه عقیده وروزل شي، فقهي احکام زده کړي او په مشروع ډول عبادتونه ادا کړي او په ديني چارو کې روښنایي او بصیرت ولري.
وروسته له دې چې زده کوونکو د دویمې سویې د توحید په مضمون کې درې ګوني هغه اصول وپیژندل چې پر انسان یې پیژندل واجب دي، نو ښایي په دې سویه کې د دین درې ګونې مرتبې په تفصیل سره زده کړي؛ تر څو په لوړ همت یوه د بلې پسې مرتبې وپیژني، او د الله تعالی خوښي تر لاسه او جنت یې وګټي.
د مضمون ماهیت ته په لیدو د هر لوست لپاره په لنډه او واضحه توګه ځانګړې موخې اېښودل شوې، په موضوعاتو کې یې تدریج په پام کې نیول شوی او د هر لوست لپاره پوښتنې او د ښوونکي لپاره لارښوونې شتون لري چې په رڼا کې يې ټاکل شوې موخې تر لاسه شي.
ښوونکي ته سپارښتنې:
۱ - الله تعالی ته اخلاص د عمل د قبلیدو شرط دی، نو عمل دې خاص د پاک الله لپاره وګرځوه چې په دنیا او اخرت کې یې ګټه ووینې.
۲- امانت ساتل د خلاصون لار ده - ښوونکی وروره - ته د اسلام له سنګرونو څخه پر یو سنګر کې یې، او د مسلمانانو د اولادونو په عقلونو او فطرت امانتدار یې، نو د امانت ساتنه وکړه چې په دنیا او اخرت کې کامیاب شې.
3- د توحيد د مضمون زده کړه له غوره عملونو څخه دی، نو له دې پرته د بندګانو لپاره سمونتیا نه شته او نه د دنیا له خوارۍ او د آخرت له عذابه د توحید له پېژندنې پرته خلاصون شته، نو د زده کوونکو په نفسونو کې د سمې عقیدې په کښت کې زیار وباسه، ریښتینی ترجمان او د هغه څه لپاره ژوندۍ بیلګه اوسه چې بلنه ورته کوې
۴- د الله تعالی د وحدانیت او د هغه د قدرت د بیانولو لپاره له حالاتو ګټه پورته کړه، (د بیلګې په توګه) کله چې ورېځې د اسمان په زړه راخپرې شي، بریښناګانې وپړقیږي او غراری شي، بارانونه واوریږي او داسې نورې پېښې په مسلمانانو کې د ایماني خوځښت لپاره غنیمت وګڼه.
۵- د مثالونو په ورکولو سره د موضوع اسانه کول او لوست ته له واقعیت سره تړاو ورکول له مضمون سره د زده کوونکو د مینې په پیدا کولو کې ستر رول لري، چې بیا یې زده کوي او عمل پرې کوي، او په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا سره زیری درکوو چې فرمايي:
«د مؤمنانو له عملونو او نیکیو څخه چې کوم شی له مرګ نه وروسته هغه ته رسیږي؛ هغه علم دی چې زده کړی او خپور کړی یې دی».([3]).
ابن ماجه په ۲۴۲ شمیره روایت کړی.
نو د خپلې زده کړې او عمل میوې راټولولو ته بیړه وکړه.
د توحید نصاب
موضوع
مخ
لومړی لوست:
په دویمه سویه کې د لوستل شوو درسونو تکرار.
دویم لوست:
د دین مرتبې ( لومړۍ مرتبه: اسلام).
دریم لوست:
د اسلام بناوې
څلورم لوست:
لومړی رکن: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی (أ) ګواهي ورکول چې له الله پرته بل (حق) معبود نشته.
پنځم لوست:
(ب)ګواهي ورکول چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دالله رسول دی.
شپږم لوست
اووم لوست:
اتم لوست:
د دین مرتبې (دویمه مرتبه: ایمان).
نهم لوست:
د ایمان ارکان ( لومړی رکن: په الله تعالی ایمان).
لسم لوست:
دويم رکن: په ملاېکو ايمان
یوولسم لوست:
دریم او څلورم رکن: په کتابونو او رسولانو ایمان.
دولسم لوست:
پنځم رکن: د اخرت په ورځ ايمان
دیارلسم لوست:
شپږم رکن: د تقدير په خير او شر ايمان
څوارلسم لوست:
د دین مرتبې ( دریمه مرتبه: احسان).
لومړی لوست
د هغو موضوعاتو تکرار چې په دویمه سویه کې لوستل شوي دي.
س۱: هغه درې ګوني اصول کوم دي چې په هر انسان یې پېژندل او پرې عمل کول واجب دي.
بنده لره خپل ....................پېژندل، بنده لره خپل.......................پېژندل او بنده لره خپل ..................................پېژندل
س۲: د ایمان ارکان بشپړ کړه:
دا چې په الله جل جلاله، د هغه په ...............د هغه په کتابونو د هغه په ............................، د اخرت په ورځ او ...............په اندازه (تقدیر) ایمان ولرې.
س۳: لاندې پوښتنې ځواب کړئ:
أ- د اسلام لومړی رکن څه شی دی؟.
ب- وروستی پېغمبر څوک دی؟
ج- احسان څه ته وایي؟
دویم لوست ([4])
د لوست موخې: - زده کوونکی د دین درې ګوني مرتبې وښیي. - زده کوونکی د اسلام معنا تشریح کړي. - زده کوونکی له مشرکانو څخه د بیزارۍ یو څو بیلګې وښیي.
د دین مرتبې ([5])
ښوونکې ته! - دې خبرې ته اشاره چې دا درې ګوني اصول همغه دي چې جبریل علیه السلام یې په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کړې وه، لکه څنګه چې مسلم په صحیح مسلم کې په (۹) شمیره روایت کړی دی. - دا تشریح کول چې اسلام په لغت کې: د مسالمت څخه اخیستل شوی چې معنا یې د شخړو پرېښودل دي، نو همداسې مسلمان هم د الله تعالی اوامرو ته غاړې اېښودلې، په پیروۍ سره د هغه تابعدار دی او له شرک او مشرکانو څخه بیزاره دی. - دا تشریح کول چې الله ته تسلیمیدل او هغه ته په پیروۍ سره غاړه ایښودل: په دنیا کې پاکیزه ژوند دی (او په اخرت کې) د الله تعالی د خوښۍ لاس ته راوړل، جنت ته داخلېدل او له اور څخه خلاصون دی. - د خپل قوم سره د ابراهیم علیه السلام د کیسې یادونه، له شرک او مشرکانو څخه یې بیزاري او هغوی سره د دښمنۍ ښکاره کول، او هغه پسې پر اقتدا کولو ټینګار. الله تعالی فرمایلي: (قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ) [الممتحنة: 4]. (په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره نمونه ده، كله يې چې خپل قوم ته وويل بېشكه موږ له تاسې او له هغو شيانو چې تاسې يې له الله پرته لمانځئ، بېزاره يو، ستاسې له عقيدې منكر يو او زموږ – تاسې تر منځ د تل لپاره دوښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ). - دا تشریح کول چې شرک او مشرکان بد ګڼل دا معنا نه لري چې له هغوی سره ظلم وشي او تیری پرې وشي، بلکې ښه ده چې نیک چلند ورسره وشي. ۵ - د مشرکانو د بیزارۍ ځینې ډولونه لکه: هغوی بد ګڼل، د هغوی له کلیو هجرت کول، د هغوی له تشبیه څخه ځان ساتل، او د هغه باطلو کړنو بطلان بیانول چې هغوی یې کوي او دا ثابتول چې یوازې اسلام حق دین دی.
دین درې مرتبې لري چې عبارت دي له: اسلام، ایمان او احسان څخه:
لومړۍ مرتبه: اسلام.
د اسلام معنا: په توحید سره الله ته تسلیمیدل، د اطاعت له لارې هغه ته غاړه ایښودل او له شرک او مشرکانو څخه بې زاري ده.
د اسلام د معنا تشریح:
الله تعالی ته په یووالي سره غاړه ایښودل: یعنی الله تعالی په عبادت سره یو ګڼل.
په پیروۍ سره هغه ته غاړه اېښودل: یعني هغه څه کول چې الله پرې امر کړی وي او د هغه څه پریښودل چې منع یې ترې کړي وي.
له شرک او مشرکانو څخه بېزاري: یعني له شرک څخه کرکه کول، پر بطلان یې باور درلودل او له مشرکانو سره مینه نه کول.
*څوک چې نيک عملونه وکړي په دنيا کې به پاکیزه او سوکاله ژوند ولري او په اخرت کې به تلپاتې جنتونو ته داخل شي.
پوښتنې:
س۱: (دین درې مرتبې لري)، یو ځل یې په ترتیب سره لیکل بشپړ کړئ.
۱ - ..................................۲- ...............................۳ - احسان.
س۲ - د اسلام تعریف ترتیب کړئ، او په تشو ځایونو کې یې ولیکئ:
غاړه ایښودل، بې زاره کېدل، له شرک او مشرکانو، الله ته تسلیمیدل، په توحید سره، او د اطاعت له لارې هغه ته،
اسلام: الله تعالی ته ......................................................................
س۳: لاندې کلمې په مناسب ستون کې ولیکئ:
الله تعالی ته سجده کول - الله تعالی رابلل - له الله تعالی پرته بل څه رابلل - له الله پرته بل څه ته سجده کول - د مور او پلار سره نیکي - د مور او پلار نافرماني.
هغه کارونه چې الله تعالی پرې امر کړی، هغه کارونه چې الله تعالی ترې منع کړې ده.
الله تعالی رابلل، له الله تعالی پرته بل څه رابلل
. . . . . . . . . . . . . . . . . . ......
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . ..
دریم لوست [۶])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی د اسلام د ارکانو دلیل ووایي. - زده کوونکی د اسلام ارکان وشمیري. - زده کوونکی د دې پنځګونو ارکانو ارزښت وښیي.
د اسلام رکنونه ([۷])
ښوونکې ته: - دا تشریح کول چې دا رکنونه هغه بنسټونه دي چې لدې پرته دین نه دریږي، لکه څنګه چې یوه ودانۍ له بنسټونو او دیوالونو پرته نه دریږي. - دا بیانول چې په اسلام د منګولو لګولو له ګټو څخه یې ځینې لاندې دي: - د مسلمان د وینې او مال ساتنه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أُمِرتُ أن أقاتِلَ النّاسَ حتى يقولوا لا إله إلّا الله، فمَن قال لا إله إلّا الله فقد عَصَم مِنِّي مالَه ونَفْسَه إلّا بحَقِّهِ، وحِسابُه على الله». ماته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګیږم چې د دې خبرې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو چا چې ګواهي ورکړه چې له الله پرته بل حق معبود نشته زما څخه یې خپل مال او ځان بچ کړ، مګر په (شرعي) حق سره یې او نور حساب یې په الله تعالی دی. بخاري په (2946) شمیره روایت کړی. - د دې خبرې تشریح چې جنت ته د داخلیدو او له اور څخه د بچ کېدو یوازینۍ لار اسلام دی، او الله له ده پرته بل دین نه مني، الله تعالی فرمایلي: (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [آل عمران: 85]. (او څوك چې له اسلام پرته (بل) دین وغواړي، هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى). - د ځینو اوسنیو او پخوانیو هغو خلکو کېسې ذکر کول چې اسلام یې راوړی او د هغوی د نېکبختۍ او په دې لوی دین د ویاړ کیسي. له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: «نحن قَوْمٌ أعزَّنا الله بالإسلام، فإن ابْتَغَيْنا العِزَّةَ في غيرِهِ أذلَّنا الله». «موږ هغه خلک یو چې الله په اسلام سره عزت راکړی، نو هر کله که موږ په بل څه کې عزت ولټوه، الله به مو ذلیل کړي».
اسلام پنځه ستنې (رکنونه) لري:
۱ - پدې ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
لمونځ کول
زکات ورکول.
د رمضان روژه نیول.
د بیت الله حج د هغه چا لپاره چې توان یې لري.
په دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دلیل دی:
بخاري په کتاب الایمان کې په (۸) او مسلم په کتاب الایمان کې په: (1/45). راوړی دی.
اسلام جنت د داخلیدو او له اور څخه د بچ کېدو یوازینۍ لار ده.
پوښتنې:
س۱: د اسلام ارکان په لیکلو بشپړ کړئ:
۱ - پدې ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
۲ - ...........................................۳ - زکات ورکول.
۴- ................... ۵- ...............
س۲ - لاندې تش ځایونه په لاندې مناسبو کلمو سره ډک کړئ:
( پنځه - اسلام - ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته - مسلمان)
له ................................ پرته الله تعالی بل دین نه مني.
په شپه او ورځ کې ........................................... لمونځونه کوم.
د اسلام لومړی رکن ......................................................... او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
س۳ - د اسلام په ارکانو له سنت څخه دلیل ووایه.
څلورم لوست ([۹])
د لوست موخې: - زده کوونکی د اسلام لومړی رکن وښیي. - زده کوونکی په : شهادة أن لا اله الا الله دلیل ووایي. - زده کوونکی د: لا اله الا الله معنا تشریح کړي.
لومړی رکن ([۱۰])
ښوونکې ته: - دا تشریح کول چې چا (لا اله الا الله) وویل، او د دې کلمې په غوښتنه یې عمل وکړ، جنت ته به داخلیږي. - دا تشریح کول چې چا کوم ډول عبادت لکه (دعا) له الله پرته بل چاته وکړ هغه مشرک دی، که څه هم د (لا اله الا الله) کلمه یې ویلي وي؛ ځکه توحید: په عبادت سره د الله یووالی دی. - دا تشریح کول چې (لا اله الا الله) د جنت کونجي ده، او هره کونجي خامخا غاښونه لري، او د جنت د کونجۍ غاښونه: د اوامرو پیروي او له نواهیو څخه ځان ساتل دي. - دا تشریح کول چې د توحید کلمه (لا اله الا الله) تر ټولو غوره ذکر دی، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « أفضَلُ الذِّكْرِ لا إله إلّا الله ». یعنې : لا اله الا الله غوره ذکر دی. ترمذي په (3383) شمیره روایت کړی دی. دا تشریح کول چې کافران تر ټولو لومړی په: (لا اله الا الله) ګواهۍ ورکولو ته رابلل کیږي، لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي چې کله یې معاذ -رضي الله عنه- یمن ته د قاضي او ښوونکي په توګه ولیږه نو هغه ته یې وویل: «إنَّك سَتَأتي قَوْماً مِن أهل الكِتابِ فإذا جِئْتَهُم فادعُهُم إلى أن يشْهَدوا أن لا إله إلّا الله». بخاري په (4347) شمیره روایت کړی، یعنې ژر دی چې ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ګواهۍ ورکولو ته یې راوبله چې له الله پرته بل حق معبود نشته. - د الله لورې ته د بلنې فضیلت؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَئِن يَهْدِي اللهُ بِك رَجُلاً واحِداً خَيْرٌ لك مِن حُمْرِ النَّعَم». «دا چې الله ستا په وجه یو سړي ته هدایت وکړي، دا ستا لپاره د سرو اوښانو له ګلې څخه غوره دي». بخاري په (3701) او مسلم په (2406) شمېره روایت کړی دی.
( شَهادَة أن لا إله إلّا اللهُ، وأنَّ مُحمَّداً رَسُولُ اللهِ ) (ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی).
1- شَهادَةُ أن لا إلَهَ إلّا الله. ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته.
په (شَهادَةِ أَنْ لا إلَهَ إلّا اللّهُ) د الله تعالی دا قول دلیل دی:
[آل عمران سورت: 18] ایت.
د : (لا اله الا الله) معنا دا ده چې: له الله پرته بل حق معبود نشته.
* تر ټولو غوره ذکر؛ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللهُ) دی
پوښتنې:
س۱: د اسلام د لومړي رکن لاندې کرښه کش کړئ:
- لمونځ کول.
- د رمضان روژه.
- زکات ورکول.
- په لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله) ګواهي ورکول.
- د بیت الله حج د هغه چا لپاره چې د لارې د ورتللو توان یې لري.
س۲: په ( شهادة أن لا اله الا الله ) دلیل ووایه.
۳: (لا اله الا الله ) څه معنا؟
س۴: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
لومړی هغه څه چې کافرانو ته یې بلنه ورکول کیږي......................................
د جنت کونجي ........................................................................
س۵: د خپل ټولګي له ځینې ټولګیوالو سره دې د ( لا اله الا الله ) د ویلو په فضیلت کې یوه موضوع چمتو کړه.
او خپلو ملګرو ته یې وړاندې کړه.
پنځم لوست: ادامه : لومړی رکن ([11])
د لوست موخې: - زده کوونکی په : (شهادة أن محمدا رسول الله) دلیل ووایي. - د ( شهادة أن محمدا رسول الله ) معنا تشریح کړي. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخالفت څخه ډډه وکړي.
شَهادة أنَّ مُحمَّداً رَسُولُ اللهِ ([۱۲]) ګواهي ورکول چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دالله رسول دی.
ښوونکې ته: - په هغه څه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت واجبوالی چې هغه پرې امر کړی، الله تعالی فرمایلي: :(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا) [الحشر: 7]. (او رسول چې تاسو ته څه دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي یاستئ، نو تاسو ترې منع شئ). - په هغه څه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ریښتینولۍ ټینګار چې هغه یې په اړه خبر ورکړی او د هغو غیبي چارو څخه چې هغه یې په اړه خبر ورکړی لکه: د قیامت راتلل، جنت او دوزخ دي. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخالفت څخه ویرول، ځکه چې الله تعالی د دوزخیانو په اړه د هغوی د پښېمانتیا یادونه کړې او پدې اړه یې د هغوی د تفریط یادونه کړې ده لکه چې فرمایي: (يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا) [الأحزاب: 66]. په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى. - د الله تعالی د حکم له مخې د عبادت په فرضیت تاکید کول په هغه څه کې چې الله روا کړي دي، نو په دین کې به د الله له اجازې پرته نوښت نه کیږي، لکه د: اسراء او معراج لمانځل، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ (مولود) لمانځل، د مور ورځ او داسې نور مناسبتونه لمانځل، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « وكلُّ بِدْعَة ضَلالَة » مسلم په (867) شمیره روایت کړی، یعنې او (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده. - د دې خبرې وضاحت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ریښتیني مینه د هغه پیروي او ورپسې د اقتداء کولو غوښتنه کوي. - د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت ځینې ماخذونه بیانول لکه د شیخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله لیکنه: مختصر سيرة الرسول صلى الله عليه وسلم ).
د «شَهَادَةُ أنَّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللهِ» معنا دا ده چې په هغه څه کې یې پیروي وشي چې امر یې پرې کړی، په هغه څه کې ریښتونی وګڼل شي چې خبر یې ترې ورکړی او له هغه څه ځان وساتل شي چې منعه یې ترې کړې او کوونکی یې ویرولی ([13])، او دا چې یوازې په هغه طریقه د الله عبادت وشي چې هغه روا کړی دی.
رټل له یوازې ویرونې ډیر اغیزمن وي.
په (شَهادَةِ أَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللَّهِ) د الله تعالی دا قول دلیل دی:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ریښتینی محبت (انسان) د هغه پيروۍ او ورپسې اقتداء کولو ته اړباسي.
پوښتنې:
س۱: (شهادة أنَّ محمداً رسول الله) څه معنی؟
س۲: لاندې تش ځایونه لکه د لومړۍ کرښې په څېر ډک کړئ:
أ - رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د الله په پیروۍ امر کړی او د هغه له نافرمانۍ څخه یې منع کړي یو.
ب- رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په توحید امر کړی او له ...........................څخه یې منع کړي یو.
ج – رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د رښتیا ویلو امر کړی او له .................................................یې منع کړي یو.
س۳: په ( شَهادِةِ أَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ الله) دلیل ووایه.
س۴: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د ( شهادة أن محمدا رسول الله ) معنا:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
د هغه اطاعت کول.
له هغه څه نه یې چې منع کړې ده.
او هغه ریښتینی ګڼل
په هغه څه کې چې خبر یې ترې ورکړی.
او ځان ساتل
په هغې طریقه چې هغه روا کړې ده.
او دا چې د الله عبادت ونه شي مګر په
هغه څه کې چې امر یې پرې کړی دی
س۵: په نبوي سیرت کې خپلو ملګرو ته د یو کتاب د لوستلو سپارښتنه وکړه
شپږم لوست ([۱۴])
د لوست موخې:- زده کوونکي: - د اسلام دویم او دریم رکنونه وښیي. - لمونځ په خپل وخت ادا کړي. - د لمانځه او زکات د فرضيت دلیلونه وړاندې کړي.
دویم او دریم رکن ([15])
ښوونکې ته: - په خپل وخت د لمانځه په ادا کولو پابندي، او دا په ډاګه کول چې لمونځ پریښودونکی کافر دی، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: «العَهْدُ الذي بينَنا وبينهم الصَّلاة فَمَن تَرَكها، فقد كَفَر». أحمد (5/346) روایت کړی. یعنې «زموږ او د هغوى تر منځ تړون لمونځ دى، نو چا چې لمونځ پريښوده کفر یې کړی دی». - د دې وضاحت چې زکات په مال کې د برکت سبب او د فقیرانو او مسکینانو د تسکین لامل ګرځي او دا چې د زکات نه ورکول له اسمان څخه د باران وریدو د مخنیوي لامل ګرځي.
دویم رکن: لمونځ کول.
دریم رکن: زکات ورکول.
د (إقامِ الصَّلاةِ) معنا:
په ټاکل شوو وختونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې سره سم د پنځه وخته لمونځونو په ادا کولو سره د الله تعالی عبادت کول.
د ( إيتاءِ الزَّكاةِ) معنا:
د زکات په ویستلو او اړمنو خلکو ته په ورکولو سره د الله تعالی عبادت کول.
د لمانځه او زکات دلیل د الله تعالی دا قول دی:
د هغه چا په اړه حکم چې د لمانځه او زکات له فرضيت څخه انکار کوي: هغه په الله تعالی کافر دی.
* زه په خپل وخت د لمانځه په اداء کولو پابندي کوم او پدې پوهېږم چې د زکات نه ورکول له اسمان څخه د باران وریدو د مخنيوي لامل ګرځي.
پوښتنې:
س۱: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
- لمونځ کول.
د اسلام لومړی رکن
د زکات ورکول
څلورم رکن
ګواهي ورکول چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
دویم رکن
د رمضان د میاشتې روژه نیول
دریم رکن
س۲: د لمانځه د ادا کولو او زکات د فرضیت دلیل ووایه.
س۳: په لاندې آیت کې د اسلام د ارکانو لاندې کرښه کش کړئ:
الله تعالی فرمايلي:
س۴:خپل ملګري ته په دوو کرښو کې یو پېغام ولیکه او لمانځه ته یې پکې وهڅوه.
بسم الله الرحمن الرحيم
زما ورور ته:
السَّلامُ عليكم ورحمةُ الله وبركاتُه.
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .
اووم لوست ([۱۷])
د لوست موخې:- - زده کوونکی د اسلام څلورم او پنځم رکن وښیي. - زده کوونکی د رمضان د میاشتې د روژې فضیلت بیان کړي. - زده کوونکی د روژې او حج د فرضیت دلیل ووایي.
څلورم او پنځم رکن ([۱۷])
َښوونکې ته! - د رمضان د میاشتې روژې نیولو ته هڅونه او د هغې د فضیلت بیانول، کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا اخیستل شوی چې فرمایي: « مَن صام رَمَضان إيماناً واحْتِساباً غُفِرَ له ما تَقَدَّم مِن ذَنْبِه » بخاري په (38) او مسلم په (760) شمیرو روایت کړی دی، یعنې «چا چې د رمضان روژه د ایمان او ثواب په نیت ونیوله، د هغه کس مخکیني ګناهونه بخښل کیږي. - د دې خبرې یادونه چې حج په عمر کې یو ځل په هغه چا فرض دی چې وسه یې ولري. - د مسلمانانو په زړونو کې د بیت الله مکانت او منزلت بیانول.
(د رمضان روژه - د بیت الله حج د هغه چا لپاره چې د لارې د ورتلو وس یې ولري).
د روژې معنا:
د سهار له راختلو څخه تر لمر لوېدو پورې د خوراک، څښاک او نورو شیانو په پریښودلو سره د الله تعالی عبادت کول.
دلیل پرې د الله تعالی دا قول دی:
(البقرة: 183) آیت.
د بیت الله د حج معنا:
په ټاکلي وخت د ځانګړو اعمالو لپاره د عبادت په نیت د الله تعالی د سپېڅلې کور (کعبې) په لور تللو ته (حج وایي).
د (حج په فرضیت) د الله تعالی دا قول دلیل دی:
(وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا) (او د الله لپاره پر خلكو د دې كور حج (لازم) دى، څوك چې هغه ته د لارې وس پيدا كړي).
د هغه چا حکم چې د روژې او حج له فرضيت څخه انکار وکړي: هغه په الله سبحانه وتعالی کافر دی.
*رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلو اصحابو ته د روژې د مبارکې میاشتې د راتلو زیری ورکاوه او ویل به یې چې دا داسې میاشت ده چې د جنت دروازې پکې خلاصیږي او د دوزخ دروازې پکې بندېږي.
پوښتنې:
س۱: تش ځایونه په مناسبو (کلمو) سره ډک کړئ.
د اسلام رکنونه:
لومړی رکن: پدې خبره ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې چې محمد د الله رسول دی.
- ...............................زکات ورکول.
- دویم رکن:....................................
څلورم رکن:...................................
- ....................................د بیت الله الحرام حج.
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
مسلمانان د ................... په میاشت کې فرضي روژې نیسي.
ذوالقعده
مسلمانان د حج فریضه د ............................. په میاشت کې ادا کوي.
رمضان
ذوالحجة
س۳: الله تعالی فرمایلي:
أ-د قدر شپه په کومه میاشت کې وي؟ ب- د قدر د شپې فضیلت بیان کړئ.
س۴: د حج د فرضیت دلیل ووایه.
س۵: ۵ پوښتنه: آیا د روژه دارانو په روژه ماتي کې مو ګډون کړی دی؟ ولې مو دا کار کړی؟
س۶: حج پر مسلمان څو ځلې فرض دی؟
اتم لوست ([۱۸])
د لوست موخې: - زده کوونکی د ایمان معنا تشریح کړي. - زده کوونکی د ایمان شپږګوني ارکان زده کړي. - زده کوونکی د هغه چا حکم بیان کړی شي چې د ایمان په ارکانو کې له یو څخه منکر شي.
د دین مرتبې (دویمه مرتبه: ایمان).([۱۹])
ښوونکي ته: - د موضوع د پیل لپاره د دین د مرتبو یادونه. - د ايمان له شپږو ارکانو څخه له يو نه د منکریدونکي کفر. - د نیکو عملونو زیاتوالي ته هڅونه، ځکه چې دا د ايمان د زياتوالي او پياوړتيا لامل دی، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايلي: ﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آَيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴾ [الأنفال: 2]. (بېشكه مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي، (نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي). - د ګناهونو او سرغړونو څخه وېرول؛ ځکه دا د ایمان د نیمګړتیا او کمزورۍ لامل دی، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې: « ... ولا يَسْرِق السّارق حين يَسْرِق وهو مُؤْمِن » بخاري په (5578) شمېره روایت کړی دی، « ... یعنې او هیڅ غل د غلا پر مهال، (بشپړ) مؤمن نه پاتې کیږي». - د ایمان په زیاتوالي او کموالي دلیل وړاندې کول لکه څرنګه چې ځینو سلفو ویلي: "کله چې موږ خپل رب یاد کړو او له هغه څخه وویریږو، نو دا د ایمان زیاتوالی شو، او کله چې ترې غفلت وکړو او هیر یې کړو نو دا یې نقصان او نېمګړتیا ده. "الأنبياء أخوة لعلات أمهاتهم شتى ودينهم واحد"». «پېغمبران لکه د ناسکه ورونو په څېر دي چې مورګانې یې جلا خو دین یې سره یو دی».
د ایمان معنا:
په زړه باور، په ژبه اقرار او په اندامونو عمل دی.
د ایمان ارکان:
۱- چې په الله تعالی ایمان ولرې ۲- د هغه په پرښتو ایمان ولرې.۳ د هغه په کتابونو ایمان ولرې.
۴ - د هغه په رسولانو ایمان ولرې.۵ - د آخرت په ورځ ایمان ولرې. ۶ - او د خېر او شر په اندازه ایمان ولرې.
*څوک چې له دې شپږو ركنونو څخه له یوه نه هم منکر شي هغه په الله تعالی کفر کړي دی.
ج – ایمان په طاعت سره زیاتیږي او په ګناه سره کمیږي.
زه د هغو طاعتونو په کولو کې بیړه کوم چې ایمان مې زیاتوي، او له هغو ګناهونو ډډه کوم چې ایمان مې کموي.
پوښتنې:
س۱: ایمان څه معنا؟
س۲: د مناسبې شمېرې په ورکولو سره د ایمان رکنونه ترتیب کړئ.
دا چې په الله تعالی ( ) د هغه په کتابونو ( ) د آخرت په ورځ.
د هغه په ملایکو ( ) د هغه په پېغمبرانو ( ) او د خیر او شر په اندازې ایمان ولرې.
س۳: په لاندې جدول کې درې داسې اطاعتونه ولیکه چې ایمان زیاتوي، او درې داسې ګناهونه چې ایمان کموي:
هغه اطاعتونه چې ایمان زیاتوي
هغه ګناهونه چې ایمان کموي
استغفار
دروغ
س۴: لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
ایمان په زړه کې باور ساتل، په ..................... اقرار کول، او په .................................. عمل کولو ته وایي.
چا چې د ایمان له شپږو رکنونو څخه له یوه نه هم انکار وکړ هغه ......................................... دی.
نهم لوست ([۲۰])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی په الله تعالی ایمان تشریح کړي. - چې زده کوونکی له الله پرته بل چاته د یو ډول عبادت له کولو څخه ځان وساتي. - چې زده کوونکی د الله تعالی ځینې نومونه او صفتونه زده کړي.
لومړی رکن (په الله تعالی ایمان) ([۲۱])
ښوونکې ته: - دا تشریح کول چې - د بنده د مسلمانیدو لپاره دا بسنه نه کوي چې - الله تعالی یوازې په ربوبیت کې په یووالي سره ومني، بلکې په الوهیت کې به یې هم خامخا یو ګڼي، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې مشرکانو الله تعالی په ربوبیت سره منلو، خو بیا یې هم هغوی ته بسنه ونه کړه چې اسلام ته پرې داخل شي، سره له دې چې ځینې عبادتونه یې هم کول لکه: حج، عمره، حاجیانو ته اوبه ورکول او د بیت الله طوافونه؛ ځکه کله چې هغوی د الله سره شرک وکړ، نو عملونه یې برباد شول. - دې ته پام راړول چې څوک الله تعالی په الوهیت کې په یووالي سره ونه مني، نو هغه لوی شرک وکړ، د کوم لپاره چې الله تعالی داسې سزاګانې ټاکلي دي چې د بلې هیڅ ګناه لپاره یې ندي ټاکلي، الله تعالی فرمایلي: ﴿ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ﴾ [المائدة: 72]. (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مدد كوونكی نشته). - د الله تعالی په نومونو او د هغه په صفتونو ایمان درلودل د ایمان د زیاتوالي لامل ګرځي، نو چا چې په دې ایمان راوړ چې الله تعالی پوه څارونکی دی، نو د حرکاتو او سکناتو پر مهال یې په زړه کې تل د الله د څار احساس وي. - د دې خبرې وضاحت چې د الله تعالی له ځینې نومونو او صفتونو څخه انکار کول کفر دی، الله پاک فرمایلي: ﴿ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ ﴾ [الرعد: 30]. (یعنې او هغوی په رحمن (ذات) کفر کوي).
په الله تعالی د ایمان معنا:
الله تعالی په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو کې یو ګڼل.
په ربوبیت کې د الله تعالی د یو ګڼلو معنا:
یعنې پدې اقرار کول چې الله تعالی یوازې خالق، روزي ورکوونکی، او له هر چا پرته چاره ساز دی.
زه مسلمان یم؛ پدې ایمان لرم چې الله پیدا کړی یم، اسمانونه او ځمکه، انسانان او پيریان یې پیدا کړي او له هغه پرته نور هیچا نه دي پيدا کړي.
او پدې باور لرم چې یوازې الله دی چې خلکو، مرغانو او څارویو ته روزي ورکوي او له هغه پرته یې بل څوک نه ورکوي.
او پدې ایمان لرم چې الله تعالی انسانان د دوی له مړینې وروسته راژوندي کوي، لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پیدا کړي او له هغه پرته بل څوک دا کار نشي کولی.
په الوهیت سره د الله تعالی د یو ګڼلو معنا:
يعنې: د هر ډول عبادت يوازې الله ته کول لکه د بیلګې په توګه چې یوازې هغه راوبلل شي، او له هغه پرته د بل چا (په نوم) حلاله ونه شي.
زه مسلمان یم؛ الله ته لمونځ کوم، او له هغه پرته یې بل چاته نه کوم.
او الله تعالی رابلم، او د هغه سره بل څوک نه رابلم.
په الله توکل کوم او له هغه پرته پر بل چا توکل نه کوم.
الله تعالی په نومونو او صفتونو سره د یو ګڼلو معنا:
یعنې: الله تعالی لره نومونه او صفتونه ثابتول لکه څنګه چې په قرآن کریم او سنت کې راغلي دي، او دا چې په مخلوقاتو کې د هغه په څېر هیڅ شی نشته.
زه مسلمان یم؛ د الله تعالی په ټولو نومونو ایمان لرم لکه: الرحمن (رحم کوونکی)، السمیع (اوریدونکی)، القوي (ځواکمن)، او العلیم (پوه او د علم خاوند).
د الله تعالی په ټولو صفتونو ایمان لرم لکه: الرحمة (مهرباني)، السمع (اوریدل)، القوة (ځواکمنتیا) او : العلم (پوهه).
* زه مؤمن یم؛ یوازې د الله عبادت کوم.
پوښتنې:
س۱: په الله تعالی ایمان څه معنا؟
س۲: په الوهیت سره الله یو ګڼل تشریح کړه؟
س۳: لاندې کلمې ترتیب کړه چې په ربوبیت سره د الله د یو ګڼلو معنا ترې جوړه شي.
( ) له بل هر چا پرته خالق دی ( ) چاره ساز دی ( ) او روزي ورکوونکی ( ) الله تعالی.
الله تعالی په ربوبیت کې د یو ګڼلو معنا: پدې اقرار چې ..................................................................................................
س۴: په لاندې آیتونو کې د الله تعالی د نومونو او صفتونو لاندې کرښه کش کړئ:
الله تعالی فرمایلي:
الله -تعالی- فرمایلي دي:
(إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى)
الله -تعالی- فرمایلي دي:
الله - تعالی - فرمایلي دي:
س۵: د الحشر سورت وروستۍ برخه ووایه، او د الله تعالی پنځه نومونه ترې راوباسه.
. . . . . . .، . . . . . . . .، . . . . . . . .، . . . .. . .، . . . .. . .
س۶: لاندې تش ځایونه ډک کړه:
- ایمان لرم چې د الله تعالی له نومونو څخه: لیدونکی، تل پاتې ژوندی، ....................... او پوه دي.
دلته: د الله تعالی یو نوم دی چې صفت یې په لاندې کرښه کې ذکر شوی دی، هغه کوم یو دی؟
- ایمان لرم چې د هغه له صفتونو څخه : لیدل، ....................عزت او علم دي.
دلته: په مخکینۍ کرښه کې د الله تعالی یو صفت ذکر شوی دی، هغه کوم دی؟
لسم لوست ([۲۲])
د لوست موخې: - چې زده کوونکي په ملاېکو د ایمان معنا بیان کړي. - په ملاېکو د ایمان دلیل ووایي. - د ځینو ملاېکو نومونه واخلي. - د هغه چا حکم بیان کړي چې له ملاېکو انکار کوي.
دويم رکن: پر ملايکو ايمان ([23])
ښوونکي ته: - دا تشریح کول چې (جبریل علیه السلام ) تر ټولو غوره ملاېکه ده، او همدی پر هغې وحی مکلف دی چې زړونه پرې ژوندي دي، او (اسرافیل) په شپیلۍ کې په پوکي کولو مکلف دی او (میکائیل) د باران ورولو دنده لري. - د ملاېکو د ځینو دندو تشریح کول او پر هغوی د ایمان راوړلو اغیزه: ۱ - د عملونو پر لیکنه ګمارل شوې ملاېکې چې دا هم بنده دې ته اړباسي چې هیڅ داسې وینا او یا عمل ونه کړي چې الله پاک غصه کوي. ۲ - په هر حالت کې د بنده په ساتنې ګمارل شوې، چې دا انسان د الله تعالی شکر ویستلو ته اړباسي چې پاملرنه ورته لري. ۳ - د بنی آدم په ساه اخیستلو ګمارل شوې ملاېکې، چې دا هم انسان اړباسي تر څو د آخرت ورځې ته په نیکو کړنو سره چمتووالی ونیسي.
په ملاېکو د ایمان معنا:
د ملاېکو په شتون کلک باور ساتل او دا چې الله پاک دوی خپل عبادت ته پيدا کړي دي، او دا چې هغوی د الله نافرماني نه کوي او هغه څه کوي چې امر یې ورته کیږي.
دلیل یې د الله تعالی دا وینا ده:
د ملاېکو شمېر زیات دی، او له دوی څخه :
۱ - جبریل علیه السلام.
۲- ميكائيلُ عَلَيْهِ السَّلامُ.
۳- إسْرافيلُ عَلَيْهِ السَّلامُ دي.
څوک چې له ملاېکو انکار کوي په الله تعالی کافر دی.
* زه ایمان لرم چې له پرېښتو څخه ځینې داسې دي چې د بنده ګانو ښه او بد عملونه لیکي.
پوښتنې:
س۱: د ایمان له ارکانو څخه (په ملاېکو ایمان) دی، نو د دې معنا څه ده؟
س۲: د ملاېکو د نومونو لاندې کرښه کش کړئ:
إبراهِيم – جِبريل – مِيكائِيل – محمّد – إسرافِيل.
س۱: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
ټینګ باور
د ملاېکو په شتون
او په دې چې الله پاک
او هغه څه کوي چې امر یې ورته کیږی
او دا چې هغوی د الله له اوامرو څخه سرغړونه نه کوي.
الله تعالی خپل عبادت ته پیدا کړي دي
س۴: د ملاېکو له صفتونو څخه یې دوه ولیکئ.
س۵: غوره ملاېکې کومې دي؟
یوولسم لوست ([24])
د لوست موخې: - زده کوونکی تشریح کړی شي چې په کتابونو او رسولانو د ایمان معنا څه ده. - زده کوونکی تشریح کړی شي چې قرآن د الله تعالی کلام دی. - زده کوونکی د هغه چا حکم بیان کړی شي چې له کتابونو او رسولانو څخه منکر وي. - زده کوونکی تشریح کړی شي چې قرآن کریم د الله جل جلاله له خوا پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.
دریم او څلورم رکن (په کتابونو او رسولانو ایمان) ([25])
ښوونکي ته: - پر خلکو د الله جل جلاله د لورینې بیان چې پېغمبران یې ورته رالیږلي او د دوی د لارښوونې لپاره یې کتابونه نازل کړي دي. - د ځینو کتابونو یادونه چې الله جل جلاله په خپلو پېغمبرانو نازل کړي لکه: تورات او انجیل چې (دواړه) تحریف شوي دي، د قرآن کریم پر خلاف چې الله جل جلاله یې د ساتنې ضمانت کړی دی لکه چې فرمایي: (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) [الحجر: 9] په یقين سره چې دا قران مونږ نازل کړی او مونږ يې يقيني ساتونکي يو. - د قرآن کریم د فضیلت بیانول او تلاوت او حفظولو ته یې هڅول او پر هغو (حکمونو) یې د عمل وجوب چې پکې راغلي دي. - دا تشریح کول چې په ټولو رسولانو او انبیاوو ایمان راوړل واجب دي او دا چې لومړی رسول نوح علیه السلام او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم و او هغه یې تر ټولو غوره پیغمبر دی او دا چې د دوی تر مینځه لوی شمېر پیغمبران راغلي دي چې ځینې یې موږ پیژنو، او ځینې نور یې نه پیژنو. - دا بیانول چې ټول پېغمبران پېدا کړی شوي انسانان دي او د ربوبیت او الوهیت له ځانګړتیاوو څخه هیڅ یوه نه لري، نه خو په غیبو پوهیږي او نه په کایناتو کې تصرف کولی شي. - د دې خبرې وضاحت چې چا د نبوت دعوه وکړه هغه کافر دی، او چا چې ریښتینی وګاڼه هغه هم کافر دی، ځکه له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وروسته بل نبي نه راځي، الله تعالی فرمایلي: (مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا) [الأحزاب: 40]. (محمد (صلی الله علیه وسلم) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبوت سلسله ورباندې پای ته رسیدلې ده او الله په هر شي ښه عالم دى). - د خپلو قومونو سره د پېغمبرانو د ځینو کیسو یادونه لکه: د نوح او ابراهیم علیهما السلام کیسې.
په کتابونو د ایمان راوړلو معنا:
کلک باور چې الله جل جلاله په خپلو پېغمبرانو د خلکو د لارښوونې لپاره کتابونه نازل کړي دي.
* تر ټولو لوی کتاب: قرآن کریم دی چې د الله جل جلاله کلام دی.
په رسولانو د ایمان معنا:
کلک باور چې الله جل جلاله خپلو مخلوقاتو ته پېغمبران رالیږلي او دا چې هغوی په خپلو ویناوو کې ریښتیني وو.
*د انبیاوو بلنه یوه ده چې هغه په توحید امر او له شرک څخه منع کول دي.
*لومړی رسول نوح علیه السلام او وروستی محمد صلی الله علیه وسلم و او د دوی په منځ کې ډیری انبیاء او رسولان وو.
په دوی کې غوره اولو العزم یعنې د کلک هوډ خاوندان دي چې پنځه دي.
1- نُوْحٌ عليه السَّلام.
2- إبراهيم عليه السَّلام.
3- موسى عليه السَّلام.
4- عيسى عليه السَّلام.
5- محمَّد صلَّى الله عليه وسلَّم.
په کتابونو او رسولانو د ایمان راوړلو دلیل د الله تعالی دا قول دی:
*زه مسلمان یم، له قرآن سره مینه لرم، هغه لولم او عمل پرې کوم، او د ټولو پیغمبرانو سره مینه لرم؛ ځکه چې دوی د خلکو د هدایت لپاره زیار ویستلی دی.
پوښتنې:
س۱: تش ځایونه په مناسبو (کلمو) سره ډک کړئ.
تر ټولو ستر کتاب: ...................................................
لومړی پېغمبر ...............................................دی.
وروستی پېغمبر ..................................................دی.
س۲: د پېغمبرانو بلنه یوه ده، هغه کومه ده؟
س۳: پر کتابونو او رسولانو د ایمان راوړلو د فرضیت دلیل ووایه.
س۴: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
له هغو کتابونو څخه چې الله جل جلاله په خپلو پېغمبرانو نازل کړي دي:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
قرآن کریم الله جل جلاله نازل کړی دی پر:
عيسى عليه السَّلام
انجیل الله جل جلاله نازل کړی دی پر:
موسی علیه السلام
تورات الله جل جلاله نازل کړی دی پر:
محمد صلی الله علیه وسلم
س۵: له خپل ښوونکي سره د اولو العزم رسولانو د نومونو په ترتیبولو کې همکاري وکړئ، هغه ترتیب چې دوی پرې یو د بل پسې رالیږل شوي دي.
(۴) عيسى عليه السَّلام. ( ) إبراهيم عليه السَّلام ( ) نوح عليه السَّلام
( ) محمَّد صلى الله عليه وسلم ( ) موسى عليه السَّلام.
دولسم لوست ([26])
د لوست موخې: - زده کوونکی په اخرت د ایمان درلودلو معنا تشریح کړی شي. - زده کوونکی ځینې هغه څه وښیي چې د قیامت په ورځ پېښیږي. - د هغه چا حکم بیان کړی شي چې د آخرت له ورځې منکر وي.
پنځم رکن ( د آخرت په ورځ ایمان) ([27])
ښوونکي ته: - دا تشریح کول چې د آخرت ورځ ډیر نومونه لري لکه: (يوم القيامة (دقیامت ورځ) القارِعَة (د زړونو ټكوونكې ورځ)، الغاشِية (پټوونكې ورځ) الواقِعة (هغه پېښه چې خامخا راتلونکې ده) – الحاقَّة (خامخا واقع کېدونکې ورځ). - د قيامت ورځې ته د چمتووالي په موخه په زیات عبادت او زیاتو نفلونو ټینګار. - دا تشریح کول چې قبر د آخرت لومړی منزل دی او په قبر کې له بنده څخه پوښتنه کیږي چې: ستا رب څوک دی، ستا دین څه دی؟ او ستا پېغمبر څوک دی؟ نو چا چې ځواب ورکړ په نعمتونو سره به بدله ورکړل شي او چا چې ځواب ورنکړ هغه به په دردناک عذاب سره مجازات شي. - د الله جل جلاله د عظمت او ځواکمنتیا بیان چې خلک له قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راباسي. - د قيامت د ورځي د ځينو وحشتونو يادونه لکه: په شپېلۍ کې پوکی، خلکو ته د لمر نږدې کېدل، د عملنامو خپرېدل، يو کس به خپله عملنامه په ښي لاس او بل به په چپ لاس نيولي وي – پر صراط تېرېدل. - د جنت د ځينو نعمتونو په یادولو سره د هغو اسبابو یادونه چې انسان پرې جنت ته داخلیږي، او د دوزخ د عذاب د ځينو ډولونو په يادولو سره له دوزخ او هغو اسبابو څخه ویرول چې دوزخ ته د تللو لامل ګرځي. - د الله تعالی څخه د جنت پر غوښتلو او هغو ویناوو او کړنو ټینګار چې انسان پرې جنت ته نږدې کیږي، او په الله تعالی له اور او هغو ویناوو او کړنو پناه غوښتل چې انسان پرې دوزخ ته نږدې کیږي. د التکویر، الانفطار او الانشقاق سورتونو تلاوت او له موضوع سره تړاو ورکول.
د اخرت په ورځ د ایمان معنا:
په هر هغه څه کلک ایمان چې له مرګ نه وروسته پیښیږي او په قرآن او سنت کې راغلي دي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
(وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ) (او پر اخرت همدوى يقين لري).
البقرة: ۴ آیت].
ځینې هغه کارونه چې له مرګ نه وروسته پېښیږي.
۱- په قبر کې له بنده څخه د درې ګونو اصولو په اړه پوښتنه چې په لاندې ډول دي:
(رب دې څوک دی؟ دین دې څه شی دی؟ او نبي دې څوک دی؟ ).
۲ - د قبر نعمتونه او عذاب.
۳ - بعث: له قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره د خلکو راپورته کېدل تر دې چې جنتیان جنت او دوزخیان دوزخ ته لاړ شي.
۴- د اعمالو حساب ورکول.
د هغه چا حکم چې د آخرت له ورځې څخه منکر وي: هغه په الله تعالی کفر کړی دی.
*زه مسلمان یم؛ په نیکو اعمالو سره د اخرت د ورځې لپاره تیاری نیسم.
پوښتنې:
س۱: لاندې عبارت بشپړ کړه:
د اخرت په ورځ ایمان: په هر هغه څه ټینګ باور چې .........................................پیښیږي.
س۲: دوه هغه کارونه وښیئ چې له مرګ نه وروسته پېښیږي.
س۳: لاندې (جمله) ترتیب کړه چې د بعث (بیا راژوندې کېدو) تعریف ترې جوړ شي.
د حساب او بدلې لپاره - تر دې چې جنتیان جنت - له قبرونو څخه - او
دوزخیان؛ دوزخ ته لاړ شي.
بعث : د خلکو راویستل دي ....................................................
س۴: تش ځایونه په مناسبو (کلمو) سره ډک کړئ.
د قيامت د ورځې له نومونو څخه القارعه او .......................... دي.
س ۵ : د مرګ نه وروسته له بنده څخه په قبر کې د دریو شیانو په اړه پوښتنه کیږي، هغه وښیه.
دریارلسم لوست ([28])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی په تقدیر د ایمان معنا تشریح کړي. - زده کوونکی د هغه چا حکم بیان کړی شي چې له تقدیر څخه انکار کوي. - زده کوونکی پدې خبره دلیل وړاندې کړی شي چې الله جل جلاله هر څه په (تقدیر) د اندازې له مخې پيدا کړي دي.
شپږم رکن: (د خير او شر په اندازه (تقدیر)ايمان) ([29])
ښوونکي ته: - د الله جل جلاله پریکړو او تقدیر ته تسلیمیدل، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی : « قَدَّر الله المقادِيرَ قَبْل أن يخلُق السَّماواتِ والأرض بخمسِين ألف سنة» ترمذي په (2156) شمیره روایت کړی. یعنې د آسمانونو او ځمکې له پيدا کولو پنځوس زره کاله وړاندې الله جل جلاله د هر شي تقدیر ټاکلی دی. - د مصیبتونو پر مهال صبر کولو وجوب لکه: د یو دوست مړینه، د مال ورکېدل، په بدن کې ناروغي او داسې نور. - دا تشریح کول چې په مصیبت په صبر الله جل جلاله اجر ورکوي لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ما مِن مُسْلِمٍ يُصِيبه أذى، شَوكة فما فَوْقَها إلا كفَّر الله بها سَيِّئاتِه كما تحطّ الشَّجَرَة وَرَقَها» «هیڅ مسلمان ته ضرر نه رسیږي، که د یو اغزي په اندازه او یا له هغه څخه زیات، مګر دا چې الله تعالی به یې ګناهونه داسې معاف کړي لکه څنګه چې ونه خپلې (وچې)پاڼې تویوي» بخاري په (5648) او مسلم په (2571) شمیرو روایت کړی دی. - د الله تعالی په شکر ویستلو ټینګار او دا چې شکر د نعمتونو د زیاتوالي لامل ګرځي لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلي: (لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ) كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه والی راولم [إبراهيم: 7].
د تقدیر په خېر او شر د ایمان معنا:
په دې کلک باور چې هر څه چې له خېر او شر څخه کیږي د الله په حکم او تقدیر سره کیږي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
د هغه چا حکم چې له تقدیر نه منکر وي: په الله تعالی یې کفر کړی دی.
* د مصیبت پر مهال وایم: إنَّا للهِ وإنَّا إليه راجِعُون، اللَّهم أجِرْني في مُصِيبَتي، وأخلفني خَيْراً مِنها. ای الله ماته زما په مصیبت اجر راکړې، او (څه مې چې له لاسه ورکړي) له دې غوره راکړې.
پوښتنې:
س1: د تقدیر په خېر او شر ایمان څه معنا؟
س2: په تقدیر د ایمان دلیل ووایه.
س۳: لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
( شکر- کافر- اجر- صبر- نعمت- بي صبري)..
د مصیبت پر مهال پر ما واجب دي چې .................... وکړم.
د نعمت په مقابل کې پر ما ............................ واجب دي.
چا چې د ایمان له شپږګونو ارکانو څخه انکار وکړ هغه .................. دی.
صبر د ............................ د لاسته راوړلو لامل ګرځي.
د الله تعالی شکر د .......................... د زیاتېدو لامل ګرځي.
څوارلسم لوست ([۳۰])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی د احسان معنی تشریح کړی شي. - چې زده کوونکی په احسان دلیل وړاندې کړی شي. - چې زده کوونکی په اخلاص سره عبادت ادا کړي.
دریمه مرتبه: احسان ([31])
ښوونکي ته: - دا بیانول چې احسان: په ظاهر او باطن کې د عبادت بشپړول دي او دا نهایتي اخلاص دی. - د ځینو کیسو یادونه چې په احسان دلالت کوي لکه: د عمر بن الخطاب رضي الله عنه کیسه چې غوښتل یې یو شپونکی امتحان کړي نو ورته یې وویل: یو پسه راباندې خرڅ کړه، هغه ورته وویل: زه غلام یم. ده ورته وویل: بادار ته دې ووایه چې: لیوه وخوړ، هغه وویل: نو بیا الله چیرته دی؟ دې سره عمر رضي الله عنه وژړل، هغه غلام یې واخیست او ازاد یې کړ او ورته یې وویل: پدې دنیا کې همدې کلمې ازاد کړې، او زه امید لرم چې په اخرت کې دې هم ازاد کړي، پدې اړه د زیاتو معلوماتو لپاره د ذهبي رحمه الله کتاب: (سیر أعلام النبلاء) وګورئ، او بله د غار د خاوندانو کیسه. وګورئ: صحیح البخاري: (2272) او مسلم: (2743). - د احسان درجې ته یوازې مؤمن مسلمان رسیږي. - د زده کونکو په زړونو کې له اخلاص سره عبادت کولو ته هڅول او دې ځانګړتیا ته وده ورکول.
د احسان معنا:
چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې وینې، که چیرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني.
او احسان د دین تر ټولو لوړه مرتبه ده.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
النحل سورت: ۱۲۸ آیت.
*زه مسلمان یم، پوهېږم چې الله مې اوري او ما ویني، نو د سندرو په اورېدلو او د بدو شیانو په لیدلو یې نافرماني نه کوم.
پوښتنې:
س۱: دین درې مرتبې لري، نو لوړه یې کومه ده؟
س۲: احسان تعریف کړه، او دلیل یې ووایه.
س۳: لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو سره ډک کړئ.
( څارنه، ویني یې، نه پټیږي)
- زید ښه لمونځ وکړ، ځکه هغه پوهیږي چې الله یې . . . . . . . . . . . . . .
- علي هغه څه نه اخلي چې دده پورې اړه نلري، ځکه هغه د الله تعالی په ................. پوهیږي.
- عمر په خبرو کې رښتیا وایې او دروغ نه وایي، ځکه هغه پوهیږي چې له الله تعالی څخه ..................................................
-1016635-65151000عنوان: درسي نصاب، فقه، سویه (دریمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. تر ټولو هغه اړین موضوعات او مسائل چې په دریمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي:
د حاجت د رفع کولو د آدابو په اړه خبرې او د استنجا او استجمار د معناوو تشریح، سربیره پر دې د نجاست د لرې کولو طریقې ته پاملرنه.
د اوداسه د شرطونو او واجباتو بيانول.
د تیمم طریقه او د تیمم باطلوونکي.
د فرضي لمونځونو وختونه، شرطونه، ارکان او واجباتو بیان.
-2286004762500-1016635-10229850010160-33020000-2286004762500
دریمه سویه
لومړی لوست ([2])
ښوونکي ته: - د قبلې د مقام وضاحت او د قرآن کریم احترام. - په لارو او عامه تاسیساتو کې د ونو کینولو ته پاملرنه. - د حاجت د رفع کولو پر مهال د عورت په پټولو ټینګار. - د ګټور سیوري د معنا تشریح او دا چې ګټور سیوری هغه دی چې خلک ورلاندې کیني او د عادت له مخې پکې ناسته کوي. - د خلکو د لارې څخه موخه بیانول، او دا هغه لارې ته ویل کیږي چې خلک پرې تیریږي. - د خلکو په لارو کې د حاجت د رفع کولو د حراموالي حکمت؛ ځکه چې په دې سره ازاریږي، او د میوه لرونکې ونې لاندې؛ ځکه چې ونه ګنده کوي او د انسان زړه یې بیا نه مني.
د حاجت د رفع کولو آداب ([3])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی د حاجت د رفع کولو آداب ووایي. - چې زده کوونکی هغه ځایونه په ګوته کړي چې قضای حاجت پکې ناروا دی. - چې زده کوونکی د قضای ځای ته د ننوتلو او ترې بیرته د راوتلو دعاګانې ووایي.
هغه آداب چې یو مسلمان یې باید د حاجت د رفع کولو پر مهال باید مراعات کړي:
۱- تشناب ته د ننوتو پر مهال چپه پښه مخکې کړي او له ننوتلو مخکې ووایي: ( اللَّهمّ إني أعوذُ بِك مِن الخبْثِ والخبائِث ).(اي الله زه پر تا له نارینه او ښځینه وو شیطانانو څخه پناه غواړم).
او د راوتلو پر مهال ښۍ پښه مخکې کړي او :(غُفْرانَك) ووایي یعنې: ای الله بښنه وکړې.
۲ - تشناب ته د مصحف او داسې نورو شیانو له وړلو ډډه وکړي چې د الله تعالی یادونه پکې شوې وي.
۳- د خلکو له سترګو باید ځان پناه کړي.
۴- قبلې ته له مخامخ کېدلو او یا شا ور اړولو ډډه وکړي.
۵- د حاجت رفع کولو پر مهال خبرې ونه کړي.
هغه ځایونه چې حاجت رفع کول پکې منع دي:
۱ - د خلکو لار. ۲ - ولاړې اوبه.
۳ - ګټور سیوری. ۴ - د میوه لرونکې ونې لاندې.
په دې ځایونو کې د حاجت رفع کولو د ممانعت حکمت:
۱ - خلکو ته پرې ضرر رسیږي. ۲ - د ناروغیو او بدو بویونو د خپریدو لامل ګرځي.
پوښتنې:
س۱: لاندې جملې بشپړې کړئ:
أ- کله چې تشناب ته ننوځم، نو خپله .......................... پښه مخکې کوم او د راوتلو پر مهال خپله .................................. پښه مخکې کوم.
ب- تشناب ته د ننوتلو پر مهال :…………………….................................... وایم او له راوتلو وروسته .............................................. وایم.
س۲: هغه ځایونو ته د (×) نښه وکاروئ چې د حاجت رفع کول پکې حرام وي.
د خلکو لار - ونې - دښته.
( ) ( ) ( )
س۳: سم ځواب غوره کړه:
أ- د قضای حاجت پر مهال د خلکو له سترګو ځان پناه کوم.
() ځکه چې د عورت ښکاره کول حرام دي.
() د جامو د پاکوالي لپاره.
( ) تر څو نجاست پر جامو ونه لګېږي.
ب- د ننوتلو پر مهال کیڼه (چپه) پښه مخکې کوم:
( ) کور ته. ( ) تشناب ته. ( ) جومات ته.
س۴: د قضای حاجت پر مهال د قبلې لور ته مخ او شا نه ګرځوم.
لامل یې .......................................... .......................................... ..........................................
س۵: ځیني هغه ځایونه شمیرم چی قضای حاجت پکې روا دی:
1- .......................................... 2- .......................................... 3- ..........................................
دویم لوست (۴)
ښوونکي ته: - زده کوونکو ته د تشناب د ننوتلو او بېرته راوتلو دعا وریادوي او هڅوي یې چې وییلو ته یې پاملرنه وکړي. - له دې حکمت څخه زده کوونکي خبرول چې ولې په هډوکو او خرشنو (غوشیانو) له اودس وچولو څخه منع راغلې ده؛ ځکه چې هډوکي د پیریانو او خرشنه د پيریانو د حیواناتو خواړه دي. - زده کوونکي د هغو کاغذونو درناوي ته هڅول چې د الله تعالی یادونه پکې شوې وي لکه: کتابونه، مصحفونه، مجلې او دا چې له هر ډول سپکاوي څخه یې ډډه وشي. - پر استنجا باید ټینګار وشي کله چې د اودس وچولو له شرطونو څخه یو نه محقق کیږي. - دا تشریح کول چې د اودس وچول او بیا استنجا کول تر ټولو غوره حالت دی. - زده کوونکي هڅول چې د اودس وچولو او استنجاء لپاره خپل کیڼ (چپ) لاس وکاروي.
استنجا او استجمار ([۵])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی د استنجاء او استجمار تر منځ په توپير پوه شي. - چې زده کوونکی هغه شیان وپيژني چې اودس وچول پرې روا نه دي. - چې زده کوونکی د اودس وچونې د صحت شرطونه وښودلی شي. - چې زده کوونکی هر هغه څه ته درناوي وکړي چې د الله تعالی ذکر پکې شوی وي.
په انسان د الله تعالی لورینه ده چې د ده بدن یې په داسې غړو سمبال کړی چې زیان لرونکي مواد ترې راباسي لکه: تشې او ډکې متیازې، او پرې یې واجب کړي چې له ځان څخه یې لرې کړي او د راوتلو ځای یې له دوو څخه په یوه طریقه پاک کړي چې هغه دوه طریقې عبارت دي له:
- استنجاء: په پاکو اوبو سره د تشو او ډکو متیازو د راوتلو ځای وینځلو ته استنجا وایې؛ تر دې چې ناپاکي له منځه لاړه شي.
استجمار: د نجاست لرې کولو په موخه په کاڼو یا کاغذي دستمالونو د تشو او ډکو متیازو ځایونه پاکول.
هغه څیزونه چې اودس وچول پرې روا دي:
هر پاکوونکی، پاکیزه او مباح شی لکه: کاڼي او کاغذي دستمالونه.
هغه څېزونه چې اودس وچول پرې ناروا دي لکه:
۱ - هغه کاغذونه چې د الله تعالی یادونه پکې شوې وي. ۲ - هډوکي.
۳ - خواړه. ۴ - خرشنه ( د حیواناتو خرشنه لکه د: اوښانو، مېږو، غواګانو او داسې نورو)
د اودس وچونې د صحت شرطونه:
۱- هغه څه چې اودس پرې وچوي باید پاکوونکی، پاکیزه او اودس وچول پرې مباح وي.
۲ - چې د پلیتۍ د راوتو ځای درې ځلې ښه پاک کړي، او که چیرته پاک نه شي له دریو ځلو څخه یې باید زیات پاک کړي.
۳ - چې تشي او ډکې متیازې له خپل ځای څخه خپرې نه شي.
پوښتنې:
س۱ - لاندې جملې بشپړې کړئ:
أ- استنجا عبارت دی له: ................................................................................................................................................................................................
ب - اودس وچونه عبارت دی له: ....................................................................................................................................................................................................
س۲: هغه څیزونو ته د (×) نښه و کاروئ چې اودس ماتی پرې حرام وي.
( هډوکي - کاڼي - خواړه - کاغذي دستمالونه - خرشنه (غوشیان)
( ) ( ) ( ) ( ) ( ).
س۳: د اودس وچونې شرطونه ووایه:
1- .......................................... 2- .......................................... 3- ..........................................
س۴ - یو ځوان له خپلې کورنۍ سره په چکر ووت، هغه د اودس ماتي پر مهال په اخبارونو اودس وچ کړ. نو د دې ځوان دا کړنه سمه ده که ناسمه؟ او ولې؟
.......................................... .......................................... ..........................................
س۵: هغه څیزونه وښییه چې اودس وچول پرې روا دي.
س۶: س۱: په لاندې ځایونو کې (√) او (×) علامې وکاروئ:
- د تشو متیازو پسې دوه ځلې په کاغذي دستمال ځان وچوم.
- په هډوکو اودس وچول روا دي.
س۷: په مناسبو کلمو سره تش خایونه ډک کړئ:
- تشناب ته د ننوتلو پر مهال وایم: ........................................................................................................................................................
- له تشناب څخه د راوتلو پر مهال وایم: ...................................................................................................................................................................
د استنجا او استجمار پر مهال خپل .................. لاس کاروم.
س۸: تشناب ته ننوتې، خو کله چې دې حاجت رفع کړ متوجه شوې چې په تشناب کې اوبه نشته. نو څه به کوې؟
.......................................... .......................................... ..........................................
دریم لوست ([۶])
ښوونکي ته: - پر دې ټینګار چې باید د قضای حاجت پر مهال بیړه ونه شي، او د ناپاکۍ د خپریدو پر وړاندې احتیاط وشي. - د زده کونکو په زړونو کې د الله تعالی د کورونو (جوماتونو) او هغو ځایونو ته احترام پيدا کول چې لمونځ پکې کیږي او یا هغه فرشونه چې لمونځ پرې کیږي. - د دې خبرې وضاحت چې اسلام د پاکوالي دین دی.
نجاست لرې کول ( [7] )
د لوست موخې: - زده کوونکی هغه څیزونه وښیي چې نجاست ترې لرې کیږي. چې زده کوونکی د خپل ځان، کالیو او د لمانځه د ځای پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
له دريو شيانو څخه د تشو او ډکو متیازو نجاست لرې کول واجب دي:
۱ - ځان.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
(وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ) (او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي).
۲ - کالي (جامې):
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
۳ - هغه ځای چې لمونځ پکې کیږي:
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:
« إنَّ هذه المساجِد لا تَصْلُح لِشَيْءٍ مِن هذا البَوْلِ ولا القَذَر». "دا جوماتونه د دې ادرارو او ناپاکو څیزونو لپاره مناسب نه دي".
(مسلم په (۲۸۵) شمیره روایت کړی).
پوښتنې:
س۱: نجاست له دریو څیزونو څخه لرې کیږي، هغه کوم دي؟
1-................................ 2- ................................ 3- ................................
س۲: کله چې ستاسو په جامو نجاست پورې شي، نو څه کوئ؟
................................................................................................
س۲: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
ځای
د الله تعالی د دې قول پر بنیاد:
(وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ) (او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي).
بدن
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:
« إنَّ هذه المساجِد لا تَصْلُح لِشَيْءٍ مِن هذا البَوْلِ ولا القَذَر». "دا جوماتونه د دې متیازو او ناپاکو څیزونو لپاره مناسب نه دي".
کالي (جامې)
د الله تعالی د دې قول پر بنیاد: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ) او خپلې جامې پاكې ساته.
س۴: په ناپاکه ځای کې لمونځ کول څه حکم لري؟ ..................................................................................................
س۵: سم ځواب غوره کړئ:
له خپلو کالیو څخه د نجاست د لرې کولو لپاره کاروم:
( ) خاوره. ( ) اوبه. ( ) کاڼي.
څلورم لوست ([8])
ښوونکي ته: - دا بيانول چې د اودس او لمانځه لپاره په خوله نیت ويل بدعت دی او باید چې ډډه ترې وشي، لکه ځینې چې وایي: ( نَوَيْتُ أن أَتَوَضَّأ لِصَلاةِ الفَجْرِ) یعنې نیت مې کړی چې د سهار د لمانځه لپاره اودس وکړم، یا دا چې ووایي: (نَوَيْتُ أن أُصَلِّي الفَجْرَ)، نیت مې کړی چې د سهار لمونځ وکړم. - د پاکو اوبو د ډولونو لپاره سمندرونه، چینې او سیندونه د بېلګې په توګه ښودل. - دې ته اشاره کول چې هر هغه شی باید لرې شي چې پوستکي ته د اوبو د رسیدو مخنیوی کوي لکه: خټه، اوړه، موم او یا بل څه، او کومې چې نکریزې او داسې نور مواد دي نو هغه جسم نه لري چې پوستکي ته د اوبو د رسیدو مخنیوی وکړي. - دا تشریح کول چې شرط د عبادت له ادا کولو څخه مخکې وي. - د اودس فضیلت بیانول؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: " إنَّ أُمَّتي يُدْعَوْنَ يومَ القِيامَة غُرّاً محجَّلِينَ مِن آثارِ الوُضوءِ، فَمَن استَطاعَ مِنْكُم أن يُطِيلَ غُرَّتَه فَلْيَفْعَل". «زما امتیان به د قیامت په ورځ په داسې حال کې راوبلل شي چې د اوداسه له امله به یې اندامونه رڼا کوي، نو څوک چې له تاسو څخه کولی شي چې د اودس غړي له ټاکلي ځای څخه زیات ووینځي نو دا کار دې وکړي»، دا حدیث بخاري په (۱۳۶) شمیره روایت کړی دی، په حدیث کې د : (غُرّاً) لفظ راغلی چې په اصل کې هغه سپینوالي ته ویل کیږي چې د آس په تندي کې وي، بیا د ښایست، شهرت او نیک نامۍ لپاره وکارول شو، او دلته ترې مراد : هغه رڼا ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د امتیانو په مخونو کې به وي، او د (مُـحَجَّلِين) کلمه هم راغلې ده چې (تحجیل) په اصل کې هغه سپینوالي ته وییل کیږي چې د آس په دریو پښو کې وي او دلته ترې مراد هم روښنایي ده. - د بدعت معنا بیانول، او دا چې بدعت هر هغه عبادت ته ویل کیږي چې خلکو له ځانه پيل کړی وي او په قرآن، حدیث کې اصل ونه لري او راشدینو خلفاوو پرې هم عمل نه وي کړی.
د اوداسه شرطونه ([9])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی د اوداسه د صحت شرطونه وشمیري. - چې زده کوونکی د نیت محل یعنې ځای وښیي. - چې زده کوونکی د اوداسه د اوبو شرط وښیي. - چې زده کوونکی له هر هغه څه نه ډډه وکړي چې پوستکي ته د اوبو د رسیدو مخنیوی کوي.
اودس له لاندې شرطونو پرته نه صحیح کیږي:
۱- نیت، چې ځای یې زړه دی او ویل یې بدعت دی، او دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده: «إنَّما الأعمالُ بِالنِّيّات». «یعنې د عملونو سمونتیا او ناسمونتیا په نیت پورې تړلې ده».
۲ - چې اوبه پاکې او مباحې وي.
۳ - د هر هغه شي لرې کول چې پوستکي ته د اوبو د رسیدلو مخنیوی کوي لکه: د نوکانو رنګ، سريښ، اوړه او داسې نور.
پوښتنې:
س۱: لاندې جملې بشپړې کړئ:
الف- د اودس په شرطونو کې یو نيت دی او د نیت ځای ................................. زړه دی.
ب- د هغو اوبو لپاره چې اودس پرې کیږي شرط دا دی چې باید ................................. او ..................................وي.
ج- د هغو شیانو له جملې څخه چې پوستکي ته د اوبو د رسیدو مخه نیسي عبارت دي له ................................. او ............................... څخه.
س۲: شاعر ویلي:
زویه په پاکو اوبو اودس وکړه.
**
د اودس اوبه دې د مخ روښنایي ده.
پورته بیت ولوله او لاندې پوښتنه ځواب کړه:
الف- په شعر کې د اودس د صحت لپاره یو شرط ذکر شوی چې هغه: ................................. ....
ب - اودس پر مخ څه اثر لري؟
س۳: د ځواب لپاره مناسبه کلمه غوره کړئ (وروسته، مخکې):
شرط د عبادت له ادا کولو څخه ..................................... وي.
س۴: لاندې جملو ته (√) او یا (×) علامه وکاروه:
- اوړه پوستکي ته د اوبو د رسېدو مخه نیسي.
- شمه یا موم پوستکي ته د اوبو د رسېدو مخه نه نیسي.
س۵: مناسب ځواب غوره کړئ:
أ- د اوداسه د اوبو لپاره شرط دا دی چې:
( ) پاکې. ( ) رڼې . ( ) او خوږې وي.
ب- د اوداسه له شرطونو څخه:
( ) د وخت داخلېدل. ( ) قبلې ته مخ کول. ( ) نیت.
پنځم لوست ([10])
ښوونکي ته: - دا تشریح کول چې په اوداسه کې د هر غړي یو ځل وینځل واجب دي، او له دې زیات سنت دي. - دا تشریح کول چې الله جل جلاله پاکیزه خلک خوښوي. - زده کوونکې پوهول چې اوبه ضایع نه کړي؛ ځکه چې دا یو نعمت دی او باید ساتنه یې وشي. - دا تشریح کول چې درې ځلې د اندامونو وينځل او يو ځل د سر او غوږونو مسح کول سنت دي. - د مضمضې، استنشاق او استنثار د معناګانو تشریح کول چې : خولې ته اوبو اچولو او خوځولو راخوځلو ته مضمضه، پوزې ته د تنفس په واسطه پورته اوبو کش کولو ته استنشاق او د تنفس په واسطه بیرته له پوزې اوبو راویستلو ته استنثار وایي. - دا تشریح کول موالاة: له اوږد ځنډ پرته غړي یو د بل پسې وینځلو ته وایي، په داسې توګه چې طهارت په یو خت کې تر سره شي او د غړو وینځلو ترمنځ اوږد ځنډ ونه شي. - د زده کوونکو په وړاندې په عملي توګه اودس کول، په داسې توګه چې ټول زده کوونکي وکولای شي ښوونکی وګوري. - ټولو زده کوونکو ته دنده ورکول چې عملي اودس وکړي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې اودس یې زده کړی، او ښوونکي ته پدې کار سره د لوی اجر زیری ورکول کیږي چې زده کوونکو ته د اودس او لمانځه طریقه ورزده کوي، ځکه چا چې بل ته یو څه وروښودل نو هغه ته پرې د عمل کوونکي په اندازه اجر ورکول کیږي. - دا تشریح کول چې چا د اوداسه له فرضونو څخه یو فرض قصدا او یا په غلطۍ سره پریښود نو اودس یې نه صحیح کیږي، او که له چا څخه بسم الله هیره شوه اودس یې صحیح دی.
د اوداسه فرضونه ([11])
د لوست موخې: - چې زده کوونکی په سمه توګه عملي اودس وکړي. - چې زده کوونکی د اودس واجب وښیي.
اودس لوى فضيلت لري، په دې سره الله تعالى ګناهونه له منځه وړي، موږ يې بايد زده کړو، فرضونه یې داسې پر ځای کړو لکه څنګه چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دی.
اودس شپږ فرضونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱ - مخ وینځل، او پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي.
۲ - لاسونه د څنګلو سره وینځل.
۳- د سر مسح کول، سره له دواړو غوږونو.
۴ - د ښنګرو په شمول د پښو وینځل.
۵ - د دې فرضونو تر منځ ترتیب مراعتول.
۶ - د غړو وینځلو تر منځ پرلپسې والی.
*څوک چې له دې واجباتو څخه یو پریږدي: اودس یې نه صحیح کیږي.
د اودس واجب: (بسم الله) ویل دي.
پوښتنې:
س۱: لاندې جملې بشپړې کړئ:
۱ - اودس لوی فضیلت لري، پدې سره الله جل جلاله ........................................ او ............................ پورته کوي.
۲ - د هغه چا حکم چې د اودس له فرضونو څخه یو فرض پریږدي دا دی چې ......................................................................................
۳ - اودس یو واجب لري چې هغه ........................................... دی.
س۲: د اوداسه طریقې ته په لیدو لاندې جملې په شمیرو ورکولو سره ترتیب کړئ:
سر له دواړو غوږونو سره مسح کول. د خولې او پوزې په ګډون مخ وینځل.
( ) ( )
د څنګلو په شمول دواړه مټې وینځل. د ښنګرو په شمول دواړه پښې وینځل.
( ) ( )
س۳: جملې سره ونښلوئ چې مناسب ځواب ترې جوړ شي.
د اوداسه شرطونه. په اوداسه کې دننه وي.
د اوداسه فرضونه. د اودس له پیلولو څخه مخکې وي.
س۴: د صحیح ځواب مخې ته نښه کېږده:
له زید نه هېر شول چې په اوداسه کې سر مسح کړي او لمونځ یې وکړ، نو پر ده واجب دي چې:
( )اودس راوګرځوي. ( ) اودس او لمونځ دواړه راوګرځوي. ( ) لمونځ راوګرځوي.
* تل په یاد ولرئ چې اوبه ضایع نه کړئ.
شپږم لوست ([12])
تیمم ښوونکي ته: - د شریعت د اسانتیا تشریح کول چې تیمم یې روا کړی دی. - د اوبو د نه شتون او یا یې د ضرر له امله د نه کارولو لپاره مثالونه وړاندې کول. -په عملي توګه د تیمم طریقه تشریح کول. - ټولو زده کوونکو ته دنده ورکول چې عملي تیمم وکړي تر څو یې له زده کولو ډاډ تر لاسه شي.
د تیمم طریقه:
۱ - چې په زړه کې نیت وکړي.
۲ - (بسم الله) ووایي.
۳ - چې یو ځل په دواړو لاسونو خاوره/ځمکه ووهي، په داسې حال کې چې ګوتې یې خلاصې وي.
۴ - په ورغوو سره خپل مخ مسح کړي.
۵ - د ښي لاس په ورغوي د چپ لاس پنجه (شا) او د چپ لاس په ورغوي د ښي لاس څټ مسح کړي.
* هغه حالتونه چې تیمم پکې د اوبو ځای نیسي:
۱ - کله چې اوبه ونه مومي. ۲ - کله چې د اوبو په کارولو سره د ضرر ویره وي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
(فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا) (بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ)
النساء سورت: ۴۳.
د تیمم باطلوونکي:
۱ - تیمم د اودس په ماتوونکو سره باطلیږي.
۲ - کله چې اوبه پيدا شي، که څه هم دی په لمانځه کې وي.
پوښتنې:
س۱: د مناسبو شمېرو په کارولو سره تیمم ترتیب کړئ:
چې : بسم الله ووایي او په خپلو ورغوو د لاسونو شاګانې مسح کړي او لاسونه په مخ راكاږي.
په زړه کې نیت وکړي. خاورو ته په لاسونو یوه ضرب ورکړي.
س۲: لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
(باطلوونکي، تیمم، نه شتون، مسح)
د اوبو د ................................ په صورت کې تیمم روا کیږي.
کله چې مسلمان د اوبو کارولو له امله له ضرر څخه ویره درلوده نو هغه ته جایز دي چې .....................................................................
تیمم د اودس ................................................ باطلیږي.
س۳: یو سړی له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته روان شو، په لاره کې پرې د سهار د لمانځه وخت په داسې حال کې راغی چې اوبه یې ونه موندلې، ده ویره درلوده چې د لمانځه وخت به ترې لاړ شي. نو په دې حالت کې ورته څه کول په کار دي؟
س۴: مناسب ځواب غوره کړئ:
أ- تیمم په : خوراک، ځښاک او خوب سره باطلیږي.
ب- تیمم هغه وخت روا کیږي چې: اوبه نه وي. سخته ګرمي وي. سخت باران وي.
اووم لوست( [13])
د لمانځه وختونه ([14])
د وخت له داخلیدو څخه مخکې لمونځ روا نه دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ښوونکي ته: - په زده کوونکو په خپل وخت کې د لمانځه د ادا کولوو ټینګار او د لمانځه فضیلت او د هغه چا د سزا بیان چې لمونځ (له ټاکلې وخت څخه) وروسته کوي. - د لمانځه د وروسته کولو نه ډډه کول او دا چې وروسته کول یې د منافقانو صفت دی، الله تعالی فرمایلي: ( إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَىٰ يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا) [النِّساء: 142]. (دا منافقان له الله سره د غولونې كار كوي په داسې حال كې چې په حقيقت كې الله هغوى په غولېدنه كې غورځولي دي، (نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ). - د : الزوال، ظل کل شئ مثله او (الشفق الاحمر) معنا بیانول.
﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا﴾ (بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى)
[النِّساء: 103]. د لوست موخې: - چې زده کوونکی د فرضي لمونځونو وختونه وښیي. - لمونځ په خپلو ټاکلو وختونو کې وکړي. - زده کوونکی د لمانځه د وروسته والي څخه ډډه وکړي.
د پنځه وخته لمونځونو وختونه:
لمونځ
وخت یې:
سهار
د سپېده داغ له راختلو څخه د لمر تر راختلو پورې.
ماسپښین
د لمر زوال، تر دې چې د هر شي سیوری د هغه برابر شي.
مازدیګر
د ماسپښین د وخت له وتلو څخه تر هغه وخته پورې چې د هر شي سیوری د هغه دوه برابره شي.
ماښام
د لمر له ډوبیدو څخه په اسمان کې د سورالي تر ورکېدو پورې.
ماخوستن
د ماښامني سوروالي له ورکېدو څخه تر نیمې شپې پورې دی.
پوښتنې
س۱: د (أ) د ستون جملې د (ب) د ستون له مناسبو جملو سره ونښلوئ:
د (أ) ستون
د (ب) ستون
سهار
د ماښامني سوروالي له ورکېدو څخه تر نیمې شپې پورې.
ماسپښین
د لمر له زوال څخه، تر دې چې د هر شي سیوری د هغه برابر شي.
مازدیګر
د دویم سهار (صبح صادق) له راختلو څخه د لمر راختو پورې.
ماښام
د ماسپښین د وخت له وتلو څخه تر هغه وخته پورې چې د هر شي سیوری د هغه دوه برابره شي.
ماخوستن
س۲: د وخت له داخلیدو څخه مخکې د لمانځه د ادا کولو حکم څه شی دی؟
اتم لوست ([15])
د لمانځه شرطونه ([16])
لمونځ د اسلام دویم رکن دی او د ادا کولو لپاره شرطونه لري چې باید پوره شي، هغه شرطونه دا دي:
۱- اسلام: د کافر لمونځ تر هغه وخته نه قبلیږي چې مسلمان شوی نه وي.
۲ - عقل: په لیوني تر هغه وخته پورې لمونځ نشته چې هوښیار شوی نه وي. ښوونکي ته: - د زده کوونکو هڅونه چې په خپل وخت لمونځ وکړي. - په ښځې ټینګار چې په لمانځه او هر وخت کې شرعي لباس مراعت کړي. - دا تشریح کول چې د لمانځه پرېښودونکی کافر دی، نو کله چې مړ شي غسل او کفن نه ورکول کیږي، جنازه پرې نه کیږي، د بخښنې دعا ورته نه غوښتل کیږي او د مسلمانانو په هدیرو کې نه خښیږي او په ژوندون ورته مکې مکرمې ته تلل روا نه دي، او موږ ته یې حلاله روا نه ده او په اخرت کې به د تل لپاره په دوزخ کې وي.
۳ - تمیز (په ښه او بد پوهېدل): کوچني ته هغه مهال په لمانځه امر کیږي چې د تمیز عمر ته ورسیږي او هغه اووه کاله دی.
۴ - اودس: له اودس پرته لمونځ نه صحیح کیږي. د لوست موخې: - چې زده کوونکی د لمانځه شرطونه ووایي. - د سړي او ښځې د عورت حدود وښیي. - چې زده کوونکی د مسلمانانو د قبلې مخه وپېژني.
۵ - د عورت پټول: د سړي عورت د نوم له غوټۍ څخه تر زنګنونو پورې دی او د ښځې ټول بدن عورت دی؛ پرته له مخ او دواړو لاسونو څخه یوازې په لمانځه کې.
۶ - د نجاست لرې کول: له بدن، کالیو او هغه ځای څخه چې لمونځ پکې کیږي.
۷ - د وخت داخلیدل: د هر لمانځه لپاره ټاکلی وخت دی چې مخکې ترې لمونځ کول نه صحیح کیږي.
۸ - قبلې ته مخ کول: چې هغه په مکه مکرمه کې کعبه شریفه ده.
۹ - نیت: چې ځای یې زړه دی، او ویل یې بدعت دی.
پوښتنې:
س۱: د لاندې کلمو ضد وښیئ: - کله چې د پردیو سړیو پر وړاندې نه وي.
کلمه
ضد یې
نجاست
هوښیار
کافر
س۲: لاندې تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
أ - د کافر لمونځ تر هغه پورې نه قبلیږي چې .........................................
ب- د تمیز (هوښيارۍ) عمر : .....................................................................
ج- د لمانځه له ادا کولو مخکې شرط دا دی چې له: ..................................................او ......................................او ........................................... نجاست لرې کړای شي.
د- په لمانځه کې دسړي عورت د .............................................. او د ښځې ټول بدن عورت دی پرته له ....................................................
س۳: سم ځواب غوره کړئ:
أ - د تمیز (هوښیارۍ عمر) ۹ کاله. () ۶ کاله. () ۷ کاله دی.
نهم لوست([18])
د لمانځه ارکان ([19])
دا په څوارلس ارکانو بنا دی چې ټول باید پر ځای شي او له عاجزۍ سره لمونځ وشي، هغه ارکان دا دي:
۱ - په فرض لمانځه کې ودریدل د هغه چا لپاره چې د ودریدلو توان ولري.
۲ - تحریمه تکبیر.
۳ - فاتحه لوستل.
۴ - رکوع.
۵ - له رکوع څخه پورته کېدل. ښوونکي ته: - زده کوونکو ته په لمانځه کې د سکون او درنګ معنا تشریح کول چې پر ځای کول یې واجب دي، لکه څرنګه چې د ناسم لمونځ کوونکي په حدیث کې یې یادونه شوې. - په ساده ډول تشریح کوي چې د سهوې سجده څه معنی لري. - له اوو غړو (اندامونو) څخه څه مراد دي، او په عملي ډول یې کول. - د رکوع او سجدې سمه طريقه بيانول. - زده کوونکو ته د لمانځه د شرطونو او د لمانځه د ارکانو تر منځ توپیر بیانول.
۶ - په اوو اندامونو سجده کول.
۷ - له رکوع څخه پورته کېدل. د لوست موخې: - چې زده کوونکي په عملي توګه صحیح لمونځ وکړی شي. - چې زده کوونکی په لمانځه کې د سجدې اووه اعضاء وپېژني. - چې زده کوونکی فاتحه په سمه توګه ولولي. - د هغه چا په حکم پوه شي چې د لمانځه له رکنونو څخه یو پریږدي. - د لمانځه ارکان وپيژني.
۸ - د دوو سجدو تر منځ ناسته.
۹ - د وروستي تشهد لپاره کېناستل.
۱۰ - په وروستۍ ناسته کې تشهد لوستل.
۱۱ - په وروستۍ ناسته کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.
۱۲ - سلام ګرځول.
۱۳ - په ټولو ارکانو کې سکون مراعتول.
۱۴ - په ټولو ارکانو کې ترتیب مراعتول.
د هغه چا د لمانځه حکم چې له دې ارکانو څخه یو پریږدي.
أ- کله چې لمونځ کوونکی په قصدي توګه د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن پریږدي لمونځ باطل شو.
ب - کله چې لمونځ کوونکی د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن په سهوې سره پریږدي، نو بیرته رکن پر ځای کوي، ورپسې پاتې لمونځ کوي او د سهوې لپاره سجده کوي.
پوښتنې:
س۱ - د لمانځه ارکان څو دي؟
س۲ - په خالي ځایونو کې د مناسبو شمېرو په لیکلو سره شمېرې ترتیب کړئ:
- وروستی تشهد
- تحریمه تکبیر
- د فاتحې لوستل
- له رکوع څخه پورته کېدل.
- د توان سره سم ودریدل
س۳: الله تعالی فرمایلي:
(وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ) (او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي)
په آیت کریمه کې د لمانځه یو رکن راغلی دی، هغه وښیه.
س۴ - یو زده کوونکي لمونځ وکړ، خو په دویم رکعت کې یې رکوع هیره شوه. نو څه کول پرې واجب دي؟
س۲ - لاندې تش ځایونه په لاندې مناسبو کلمو سره ډک کړئ:
(وروسته - مخکې - پر مهال)
- شرط د لمانځه په ................................................. کې وي.
رکن د لمانځه په ....................................... کې وي.
س۶ - سم ځواب غوره کړئ:
- د لمانځه له ارکانو څخه:
() د وخت داخلېدل . () قبلې ته مخ کول. ( )فاتحه لوستل.
لسم لوست ([20])
د لمانځه واجبات ([21])
د لمانځه واجبات اته او په لاندې ډول دي:
۱ - له تحریمه تکبیر پرته نور ټول تکبیرونه.
۴- په رکوع کې یو ځل د (سبحان ربي العظیم) ويیل.
۳ - د امام او منفرد لپاره (سَمِع اللهُ لِمَن حَمِدَه) وییل.
۴ - د امام، مقتدي او منفرد لپاره (ربنا ولك الحمد) وییل.
۵ - په سجده کې (سبحان ربي الأعلى) وییل.
۶ - د دوو سجدو په مینځ کې (ربِّ اغْفِرْ لي) وییل.
۷ - د لومړي تشهد لپاره کېناستل. ښوونکي ته: - د رکن او واجب تر منځ توپیر بیانول. - د امام او منفرد معنا څه ده.
۸ - پکې د تشهد لوستل .
د هغه چا حکم چې له دې واجباتو څخه یو پریږدي. د لوست موخې: - چې زده کوونکی د لمانځه واجبات وښیي. - دا چې زده کوونکی د ارکانو او واجباتو سره لمونځ په سمه توګه عملي کړی شي. - چې زده کوونکی د هغه چا د لمانځه حكم بيان كړی شي چې د لمانځه یو واجب پریږدي.
أ- کله چې لمونځ کوونکی د لمانځه له واجباتو څخه یو واجب په قصدي توګه پریږدي لمونځ یې باطل شو.
ب- کله چې لمونځ کوونکی د لمانځه له واجباتو څخه یو واجب په سهوه او یا ناپوهۍ پریږدي، نو د سهوې لپاره سجده کوي.
پوښتنې:
س۱ - د لمانځه واجبات وښیه.
...................................... ...................................... ......................................
س۲: مناسبه کلمه وټاکه او په خالي ځای کې یې ولیکه:
(ارکان – واجبات).
د فاتحې لوستل د لمانځه له ............................................. څخه ده.
سُبْحانَ ربي العَظِيم وییل د لمانځه له ..................................... څخه دی.
لومړی تشهد د لمانځه له .................................................... څخه دی.
وروستی تشهد د لمانځه له ...................................... څخه دی.
س۳ - د سم ځواب لاندې کرښه کش کړه.
أ - زه په رکوع کې وایم:
(لا إله إلّا الله -سُبْحان ربي الأَعْلى -سُبْحانَ ربي العَظِيم).
ب - د دوو سجد په مینځ کې وایم:
( ربِّ اغْفِرْ لي -سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه-ربَّنا ولك الحمد ).
ج- د: رَبَّنا ولَك الـحَمْد وییل:
( د امام، مقتدي او منفرد لپاره - د امام او منفرد لپاره - یوازې د امام لپاره).
س۴ - د هغه چا حکم څه دی چې په قصدي توګه د لومړي تشهد لوستل پریږدي؟
س۵ - زده کوونکي لمونځ وکړ او د دوو سجدو تر منځ یې (رَبِّ اغْفِرْ لي) ویل پریښودل، نو د لمانځه حکم یې څه دی؟
-1016635-102298500
Related books
All books
المناهج التعليمية - الصف الأول
المناهج التعليمية - الصف الثاني
المناهج التعليمية - الصف الرابع
المناهج التعليمية - الصف الخامس