كتاب التوحيد
كتاب التوحيد أحد أهم الكتب في العقيدة الإسلامية، حيث يركز على مفهوم التوحيد وأهميته في الإسلام. يعرض الشيخ في هذا الكتاب أركان التوحيد الثلاثة: توحيد الربوبية، وتوحيد الألوهية، وتوحيد الأسماء والصفات. ويعزز أهمية التوحيد في عبادة الله وحده ونبذ الشرك بجميع صوره وأشكاله. يتميز الكتاب بأسلوبه الواضح والمباشر، مع استشهادات من القرآن الكريم والسنة النبوية لتوضيح المفاهيم. يعد مرجعًا أساسيًا لكل مسلم يسعى لفهم التوحيد بشكل صحيح وتطبيقه في حياته.
د توحيد کتاب
کوم چې د الله حق دی پر بنده ګانو.
د شيخ الاسلام ليکنه
محمد بن عبدالوهاب التميمي
۱۲۰۶هـ
پاملرنه
عبدالعزيز بن داخل المطيري
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِيمِ
ټول د کمال صفتون خاص الله لره دي، او د الله تعالی درود دي وي پر محمد - صلی الله علیه وسلم، کورنۍ او ملګرو یې.
د توحيد کتاب
د الله تعالی وينا ده: ما پېريان او انسانان يوازې د خپل عبادت لپاره پيداکړي دي. [الذاريات: ۵۶].
د الله وينا ده: قسم دی خاماخا په تحقیق سره په هر امت کې مونږ پیغمبر لیږلی(او لمړی یې دا خبره ورته کړی) چې د یو الله عبادت وکړئ او د غیرالله د عبادت څخه ځان وژغورئ [النحل: 36].
د الله وينا ده: پالونکي دې حکم کړې چې يوازې د هغه عبادت وکړئ او له مور او پلار سره ښېګڼه کوئ، که ستا سره يو له هغوی څخه او يا دواړه زړښت ته ورسيږي؛ هغوی ته اف هم مه وايه، رټه يې مه او له هغوی سره په درناوي خبرې کوه، او د هغوی لپاره د لورېينې په موخه مات غاړی اوسه، او وايه: اې زما پالونکيه! پر هغوی داسې لورېينه وکړه لکه زه يې چې کوچنی روزلی يم. د الإسراء سورت: ۲۳- او ۲۴ آيتونه.
او دا قول يې: او الله ولمانځئ او له هغه سره هيڅ مه شريکوئ. د النساء سورت: ۳۶ آيت
او دا قول يې: ووايه: راځئ زه پرتاسو هغه څه ولولم چې پالونکي مو درباندې ناروا کړي دي هغه دا چې له هغه سره هيڅ مه شريکوئ او له مور اوپلار سره ښېګڼه کوئ، او د بې وزلۍ له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ تاسو او هغوی ته روزي درکوو، او ښکاره او پټو نارواوو ته مه نېږدې کېږئ، او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل ناروا کړي دي مګر په حق سره، پر دغو یې تاسو ته حکم کړی ترڅو له عقله کار واخلئ. او د يتيم مال ته مه نېږدې کېږئ مګر په هغه لار چې غوره ده، ترڅو هغه ځوانۍ ته نه وي رسېدلی، او پېمانه او تول په انصاف سره پوره کوئ، موږ هيڅوک د هغه له توان څخه زيات نه مکلفوو، او چې خبره کوئ؛ نو انصاف (رېښتينولي) کوئ، که څه هم خپلوان وي، او د الله پر ژمنه وفا کوئ، پر همدو يې تاسو ته حکم کړی، کېدای شي تاسو پند واخلئ.(مخاطب دې امید ولري الله د کیدای شي په درجه کې خبره نه کوي او یا په بل عبارت (کی تذکروا) د دې د پاره چې تاسو پند واخلئ. او یقینا دا(قران او سنت) زما نېغه لار ده؛ نو پيروي يې وکړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ، چې بيا د هغه له لارې خواره واره شئ، پر دغو يې تاسو ته حکم کړی ترڅو ځانونه (له بې لارۍ) وساتئ. د الأنعام سورت: ۱۵۱- ۱۵۳ آيتونه.
ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: څوک که غواړي چې د محمد صلی الله عليه وسلم هغه سپارښتنې ته وګوري چې پر هغو يې مهر دی؛ د الله تعالی دا وينا دې ولولي: ووايه: راځئ زه پرتاسو هغه څه ولولم چې پالونکي مو درباندې ناروا کړي دي هغه داچې له هغه سره هيڅ مه شريکوئ. د هغه تر دې وينا پورې: او بیشکه دغه زما نېغه لار ده (آيت).
او له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: زه له نبي -صلی الله عليه وسلم- سره پر خره تر شا سپور وم؛ نو هغه ماته وويل: اې معاذه! آيا پوهېږې د الله حق پر بندګانو څه دی او د بندګانو حق پر الله څه دی؟. ما وويل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، هغه وفرمايل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې هغه ولمانځي او هيڅوک ورسره شریک نه کړي، او د بندګانو حق پر الله دا دی چې هغه چاته سزا ورنه کړي چې له هغه سره یې څه نه دي شريک کړي. ما وويل: ای د الله رسوله! آيا خلکو ته زېری ور نه کړم؟ هغه وفرمايل: نه زېری مه ورکوه چې بيا به په همدې بسنه او اعتماد وکړي او نېک کارونه به پرېږدي. په صحيح بخاري او مسلم کې يې دغه حديث راوړی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د پېريانو او انسانانو په پيدايښت کې حکمت.
دويمه: دا چې عبادت توحيد دی، ځکه شخړه په همدغه توحيد کې ده.
درېيمه: یقینا چا چې په توحيد راتګ نه کړی؛ هغه د الله عبادت نه دی کړی، چې همدغه کې د الله د هغې وينا معنا ده:( چې تاسو د هغه څه عبادت نه کوئ د کوم چې زه عبادت کوم).
څلورمه: د رسولانو په لېږلو کې حکمت.
پنځمه: دا چې رسالت ټولو امتونو ته عام دی.
شپږمه: دا چې د نبيانو دين يو دی.
اوومه: لويه مسئله: بیشکه د الله عبادت نه حاصلیږي مګر په کقر کولو د غیرالله په عبادت، چې په دغه کې د الله د وينا معنا ده: ( پس چا چې کقر وکړ په طاغوت(هر هغه شی چې د الله نه په غیر یې عبادت کیدای شي) او پر الله ايمان راوړي (آيت)
اتمه: یقینا طاغوت یو عام لقظ دی: هر هغه شی چې د الله تعالی نه یې په غیر عبادت کیدی شي.
نهمه: د سلفو په اند په الأنعام سورت کې د دريو محکمو(دلالت یې واضحه دی) آيتونو د شان لوی والی او په هغو کې لس مسئلې دي: لومړۍ يې له شرک څخه نهي ده.
لسمه: د الإسراء په سورت کې محکم آيتونه چې په هغو کې اتلس مسئلې دي، چې الله يې پيل له دغې وينا څخه کړی دی: له الله سره بل معبود مه نيسه، كنه بيا به بد ویلی شوی او شرمیدلی کينې. او ختم يې په دغه وينا سره کړی. له الله سره بل معبود مه نيسه، چې په دوزخ کې به ملامت او رټل شوی واچول شې. او الله پاک مونږ د دغو مسئلو د مرتبې پر لوی والي په خپله وينا داسې خبردار کړلو: دا هغه څه دي چې پالونکي دې له حکمت څخه درته وحي کړي دي.
يوولسمه: د النساء سورت هغه آيت چې د لسګونو حقوقو په نوم نومول شوی دی، الله تعالی پر هغه وينا پيل کړی: د الله عبادت وکړئ او له هغه سره څه مه شريکوئ.
دولسمه: د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- پر هغه سپارښتنه تنبيه چې د خپلې مړينې پر مهال يې کړې وه.
ديارلسمه: پر موږ د الله تعالی د حق پېژندنه.
څوارلسمه: پر الله د بندګانو د حق پېژندنه کله چې هغوی د الله حق ادا کړي.
پنځلسمه: پرته له شکه دغه مسئله ډېری صحابه وو ته ور معلومه نه وه.
شپاړسمه: د کوم مصلحت له مخې د پوهې د پټولو رواوالی.
اوولسمه: مسلمان ته پر هغه څه زيری ورکول چې خوشحالوي يې یو مستحب کار دی.
اتلسمه: د الله د رحمت پر پراخوالي له توکل څخه وېره.
نولسمه: د پوښتل شوي تن د هغه څه په اړه دا وينا چې نه وي ورمعلوم چې: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي.
شلمه: له ځينو خلکو پرته د ځينو نوروپه پوهه سره د ځانګړي کولو روا والی.
يوويشتمه: د نبي صلی الله عليه وسلم دا عاجزي چې پر خره يې سپرلۍ کوله او بل څوک يې ورسره شاته سپرولو.
دوه ويشتمه: پر سپرلۍ د بل چا ترشا د سپریدو رواوالی.
درويشتمه: د معاذبن جبل غوراوی.
څلورويشتمه: د دغې مسئلې د شان لوی والی.
باب دی په بیان د قضیلت د توحید کې او په بيان د هغه څه کې چې ګناهونه ورانوي.
او دا وینا د الله تعالی: هغه کسان چې ایمان یې راوړی او له ايمان سره یې شرک ندی ګډ کړی د همدوی لپاره امن دی او هغوی لارموندونکي دي. د الأنعام سورت: ۸۲ ايت
او له عبادة بن صامت -رضي الله عنه- څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چاچې دا شاهدي ورکړه چې يوازې الله د عبادت وړ دی هيڅ شريک نه لري او دا چې محمد صلی الله علیه و سلم د هغه بنده او رسول دی، او دا چې عيسی علیه السلام د الله بنده او رسول دی، او د هغه کلمه او د هغه له لوري روح دی چې مريم ته يې وراچولې او داچې جنت حق دی او دوزخ حق دی، الله به يې جنت ته ننباسي پر هر ډول عمل چې وي. هغوی دواړو (بخاري او مسلم) په سند سره روايت کړی او د هغوی دواړو د عتبان په حديث کې راغلي: پرته له شکه الله پر دوزخ هغه څوک حرام کړي چې دا ووايي: يوازې الله د عبادت وړ دی، پر دغه خبره د الله مخ لټوي.
دابوسعيد الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: موسی علیه السلام وفرمايل: اې پالونکيه! داسې څه راوښيه چې تا پرې يادوم او پرې رابولم. هغه وفرمایل: اې موسی علیه السلام ووايه: له الله پرته بل د عبادت وړ نشته. هغه وويل: ټول بندګان دې دغه وايي؟ هغه وفرمايل: اې موسی علیه السلام! که چېرې اوه اسمانونه او له ما پرته د هغو ابادوونکي او اوه ځمکې په يوه پله کې وي او لا اله الا الله په بله پله کې؛ نو د "لااله الا الله" پله به درنده شي. ابن حبان او الحاکم روايت کړی او صحيح يې بللی.
او د ترمذي روايت چې حسن يې بللی له انس څخه دی: وايي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: الله تعالی فرمايي: ای د آدم زويه! پرته له شکه که ته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې، بيا له ما سره په داسې حال کې يوځای شې چې له ما سره هيڅ شی نه شريکوې؛ نو زه به هرومرو د هغې په اندازه له بخښنې درشم.
په دې کې يو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د الله د پېرزوينې پراخوالی.
دويمه: د الله په وړاندې د توحيد د ثواب زياتوالی.
درېيمه: د هغه سربیره د گناهونو بخښل.
څلورمه: د هغه آیت تفسیر چې په الأنعام سورت کې دی.
پنځمه: د هغو پنځو شيانو په اړه غور کول چې د عبادة په حديث کې دي.
شپږمه: پرته له شکه کله چې ته د عباده او عتبان د حديث او له هغه وروسته سره يوځای کړې د ( لا إله إلا الله) معنا او د مغرورو خلکو تېروتنه به درته څرګنده شي.
اوومه: د عتبان په حديث کې ياد شوي شرط ته پاملرنه.
اتمه: نبيان هم د (لا إاله إلا الله) پر فضيلت تنبيه ته اړتيا لري.
نهمه: پر ټولو مخلوقاتو د هغې پرغوراوي تنبيه، سره له دې ډېری هغه خلک چې وايي يې تله به يې سپکه وي.
لسمه: دا خبره په ډاګه بيانول چې ځمکې هم د آسمانونو غوندې اوه دي.
يولسمه: او دا چې هغو لره ابادوونکي دي.
دولسمه: د اشعريه وو پر خلاف د صفتونو اثبات.
ديارلسمه: کله چې د انس پر حديث پوه شوې، د عتبان په حديث کې به پر هغه وينا پوه شې چې "پرته له شکه الله پر دوزخ هغه څوک حرام کړي چې " (لا إله إلا الله) ووايي، پر هغې د الله مخ لټوي، چې د شرک پرېښودل يوازې د هغې کلمې په خوله ويل ندي.
څوارلسمه: په دی خبره قکر وکړه چې الله تعالی عیسی او محمد علیهما اقضل الصلات و السلام په دوه صفتونو کې یو ځای کړل:عبدیت او رسالت(دا دواړه د الله تعالی بنده ګان او رسولان وو نه الهه).
پنځلسمه: د عیسی علیه السلام د ځانګړي کولو پېژندګلوي په دې سره چې هغه د الله کلمه ده.
شپاړسمه: د هغه د الله له لوري د روح په توګه پېژندنه.
اولسمه: په جنت او جهنم د ايمان د فضيلت پېژندنه.
اتلسمه: د هغه د وينا پېژندنه (چې پر هر عمل وي).
نولسمه: د دې خبرې پېژندنه چې تلې لره دوې پلې دي.
شلمه: د وجه (مخ) د يادونې پېژندنه.
باب دی په بيان د دې کې چې چا توحيد ومانه(عملي یې کړ) هغه به پرته له حسابه جنت ته ننوځي.
او د الله تعالی وينا: پرته له شکه ابراهيم علیه السلام امت وو(د خیر معلم و) همیشه د الله تابعدار و الله ته متوجه و او د مخلوق نه مخ اړوونکی و او له مشرکانو څخه نه و. د النحل سورت: ۱۲۰ ايت.
او الله تعالی فرمايي: او هغه کسان چې له خپل پالونکي سره څوک نه شريکوي. د المؤمنون سورت: ۵۹ ايت
له حصين بن عبدالرحمن څخه روايت دی وايي: زه له سعيد بن جبير سره وم، هغه وويل: چا تېره شپه هغه ستوری وليدی چې مات شو؟ ما وويل: ما، بيا يې وويل: خو زه په لمانځه کې نه وم بلکې وچيچل شوم، ويې ويل: نو څه دې وکړل؟ ما وويل: دم می کړ، هغه وفرمايل: څه شي دېته وهڅولې؟ ما وويل: هغه حديث چې شعبي راته بيان کړی، هغه وفرمايل څه ډول حديث يې درته بيان کړي؟ ما وويل: له بريدة بن حصيبب څخه یې راته روايت کړی چې هغه وفرمايل: له بد نظرۍ او لړم چیچلو پرته د بل څه دپاره بهتر دم نشته. هغه وويل: هغه چا غوره کار کړی چې دا يې اورېدلي دي؛ خو ابن عباس رضي الله عنهما له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ماته امتونه راوښودلی شول، چې له يو نبي سره مې يوه ډله وليدله، له بل نبي سره مې يو يا دوه تنه وليدل، او له بل نبي سره مې هيڅوک هم ونه ليدل، چې همدغه وخت يو لوی ټولی ماته پورته کړل شو، فکر مې وکړ چې هغوی به زما امتيان وي، خو راته وويل شول: دغه موسی او قوم يې دی، بيا مې يو لوی ټولی وليدی؛ نو راته وويل شول: دغه ستا امت دی او له هغوی سره اويا زره نور وو چې پرته له حساب او عذاب څخه جنت ته ننوتل. بيا هغه پورته شو او کور ته يې ننوت؛ نو خلکو د هغوی په اړه خبرې پيل کړې، چا ويل: کېدای شي هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه وي، او ځينو ويل: کېدای شي هغه خلک وي چې په اسلام کې پيدا شوي دي او له الله سره يې هيڅ نه دي شريک کړي، او ځينو بيا نور څه ويل: چې بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم پر هغوی را ووت او هغوی خبر ورکړ نو رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمايل: هغوی هغه کسان دي چې نه دم کوي، نه داغ ږدي او نه بد فالي نیسي او پر خپل پالونکي بروسه کوي. نوعکاشة بن محصن ولاړ شو او ويې ويل: اې د الله رسوله! دعاء وکړه چې الله ما له هغوی څخه وګرځوي، هغه وفرمايل: ته له هغوی څخه يې، بیا يو تن پورته شو ويې ويل: الله ته دعاء وکړه چې ما هم له هغوی څخه وګرځوي، نو هغه وفرمايل: په دې اړه عکاشه در څخه مخکې شو.
په دې کې يو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: په توحيد کې د خلکو د مرتبو پېژندنه
دويمه: د هغه د تحقيق معنا څه ده؟
درېيمه: د هغه(الله) له لوري د ابراهيم عليه السلام ستاينه چې هغه له مشرکانو څخه نه و.
څلورمه: د هغه له لوري د وليانو د سردارانو ستاينه چې هغوی له شرک څخه خوندي وو.
پنځمه: د دم او داغ لګولو پرېښودل د توحيد له منلو څخه دي.
شپږمه: پر ( الله ) توکل د دغو دواړو خویونو یو ځای کوونکی دی.
اوومه: د صحابه وو د پوهې ژوروالی په دې وپوهیدل چې دا نه شي خاصلولای مګر په عمل.
اتمه: په ښېګڼې د هغوی ټینګار (حرص).
نهمه: د کميت او کيفيت له پلوه د دغه امت غوراوی.
لسمه: د موسی د ملګرو غوراوی.
يوولسمه: پر نبي عليه السلام د امتونو وړاندې کول.
دولسمه: دا چې هر امت به يوازې له خپل نبي سره يې را پورته کيږي.
ديارلسمه: د هغه خلکو لږوالی چې د نبيانو بلنه یې منلې.
څوارلسمه: هغه (نبي) چې هیچا یې بلنه نه وي منلي یوازې به راځي.
پنځلسمه: د دغه علم پايله دا ده چې پر زياتوالي يې څوک مغرور نه شي او په کموالي يې مه راضي کیږه.
شپاړسمه: له بدو سترګو څخه د دم او تبه یا دې ته ورته ناروغي اجازه.
اولسمه: د پخوانيو د علم ژوروالی د هغه د وينا له امله چې ويلي يې دي: (هغه چا ډېر غوره کار کړی چې هغه يې اورېدلي، خو داسې او داسې) له دې څخه څرګنده شوه چې لومړی حديث د دويم سره په ټکر کې نه دی.
اتلسمه: پخواني له دې څخه لېرې وو چې پر هغه څه د چا ستاينه وکړي کوم چې به په چا کې نه و.
نولسمه: د هغه دا وينا: چې ته د هغوی له ډلې يې، دا د نبوت له نښانو يوه نښه ده.
شلمه: د عکاشه فضيلت.
يوویشتمه: د معاریضو (کنایو) کارونه
دوه ويشتمه: د نبي صلی الله عليه وسلم د اخلاقو ښه والی.
باب دی؛ له شرك څخه د ویرې په اړه.
او د الله جل جلاله وينا: پرته له شکه الله دا نه بخښي چې له هغه سره شرک وشي او له دغه پرته چې چاته وغواړي بخښي يې. د النساء سورت: ۴۸ ايت.
او خليل عليه السلام فرمايلي: او ما او زما اولادونه د بتانو له عبادت څخه وساته لدې چې بوتان ولمانځو. د ابراهيم سورت: ۳۵ ايت
او په حديث کې دي: ترټولو زيات وېروونکی شی چې زه د هغه په اړه پرتاسو ډارېږم هغه کوچنی شرک دی، نو د هغه په اړه پوښتنه ترې شوه؟ هغه وفرمايل: رياء (ځان ښوونه).
او له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې له الله پرته بل سيال رابولي، هغه به دوزخ ته ننوځي. بخاري روایت کړی. او د مسلم په روايت کې له جابر رضي الله عنه څخه راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې له الله سره په داسې حال کې مخ شي چې له هغه سره هيڅ نه شريکوي جنت ته به ننوځي، او څوک چې په داسې حال کې ورسره مخ شي چې بل څه ورسره شريکوي دوزخ ته به ننوځي.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: له شرک څخه وېره.
دويمه: دا چې رياء (ځان ښودنه) له شرک څخه ده.
درېيمه: دا چې هغه کوچنی شرک دی.
څلورمه: دا چې هغه ترټولو زيات وېروونکی دی چې د نېکانو په اړه ترې وېره وي.
پنځمه: د جنت او دوزخ نېږدېوالی.
شپږمه: د هغو دواړو د نېږدېوالي ترمنځ په يو حديث کې جمعوالی.
اوومه: داچې څوک له الله سره په داسې حال کې مخ شي چې څوک ورسره نه شريکوي جنت ته به ننوځي، او څوک چې په داسې حال کې ورسره مخ شي چې څه ورسره شريکوي دوزخ ته به ننوځي، که څه هم هغه ترټولو خلکو زيات عبادت کوونکی وي.
اتمه: لويه غوښتنه د خليل د ځان او اولادونو لپاره د بتانو له لمانځلو څخه د خونديتوب غوښتنه ده.
نهمه: د ډېری خلکو حال ته په کتو سره د هغه د وينا له مخې: اې زما پالونکيه! پرته له شکه هغوی ډېری خلک لارورکي کړي دي.
لسمه: په دې کې د (لا إله إلا الله) تفسير دی لکه څنګه چې بخاري بيان کړی.
يوولسمه: د هغه چا غوراوی چې له شرک څخه خوندي وي.
باب دی په بيان د رابللو د " لا إله إلا الله" كلمې شهادت ته.
او د الله تعالی هغه وينا : ووايه دغه زما لار ده، زه او هغه څوک چې زما پيروي يې کړې ده الله ته په بصيرت بلنه کوو، او الله لره پاکي ده او زه له مشرکانو څخه نه يم. د يوسف سورت: ۱۰۸ ايت
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کله معاذ يمن ته ولېږه ورته يې وويل: ته د اهل کتابو يو قوم ته ورځې، نو لومړی يې د لا اله الا الله شاهدي ورکولو ته راوبوله، او په يو روايت کې دي چې د الله توحيد ته يې راوبوله - که يې په دغه کې ستا پيروي وکړه، بيا ورته وښيه چې الله پر هغوی په يوه ورځ او شپه کې پنځه لمنځونه فرض کړي دي، که يې په دغه کې هم ستا پيروي وکړه بيا خبر ورکړه چې الله پر هغوی زکات فرض کړی چې له شتمنو يې اخېستل کيږي او بې وزلو ته يې ورکول کيږي، که يې په دغه کې هم ستا پيروي وکړه؛ نو له غوره مالونو څخه يې ډډه وکړه، د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساته، ځکه د هغې او الله ترمنځ هيڅ پرده نشته. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
او د هغوی دواړو په روايت کې له سهل بن سعد څخه راغلي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر په ورځ وفرمايل: سبا هرومرو هغه سړي ته بيرغ ورکوم چې هغه له الله او د هغه له رسول سره مينه لري او الله او د هغه رسول هم ور سره مينه، الله به د هغه پر لاسونو فتح راولي. نو خلکو ټوله شپه په بحث کولو تېره کړله، چې له هغوی به چاته بيرغ ورکول کيږي، کله چې سهار شو، هغوی وختي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلل، هرچا هيله لرله چې هغه ته به بيرغ ورکړل شي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: علي بن ابي طالب چېرې دی؟
ورته وويل شول: د هغه سترګې خوږیږۍ، بيا يې هغوی ورولېږل او هغه راوستل شو، په سترګو کې يې لاړې ورواچولې او دعا يې ورته وکړه؛ هغه داسې جوړ شو لکه بيخي چې ناروغ نه وي، بيا يې بيرغ ورکړ؛ نو ويې فرمايل: په طبيعت ولاړ شه تردې چې د هغوی سيمې ته ورسېږې، بيا هغوی اسلام ته راوبوله او د الله تعالی پر واجب حق يې خبر کړه، پر الله قسم که الله ستا له امله يو سړي ته لار وښيي دا درته غوره ده تر سرو اوښانو.
(يدوکون) یعنې په بحث کولو بوخت وو.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: دا چې د الله لوري ته بلنه د هغه چا لار ده چې د نبي - صلی الله عليه وسلم- پيروي يې کړې ده.
دويمه: اخلاص ته پاملرنه، ځکه ډېری خلک که حق ته بلنه ورکوي؛ نو هغه ځانته بلنه ورکوي.
درېيمه: دا چې بصيرت له فرائضو څخه دی.
څلورمه: د غوره توحيد له دلائلو څخه دا هم دي چې الله له ښکنځلو پاک دی.
پنځمه: د شرک له بدوالي څخه الله ته بدرد ويل دي.
شپږمه: دغه يې له اړینو مسئلو څخه ده: د مسلمانانو لېرې والی له مشرکانو څخه ترڅو له هغوی ونه ګرځي که څه هم شرک ونه کړي.
اوومه: دا چې توحيد لومړی واجب دی.
اتمه: پر هغه تر ټولو لومړی آن له لمانځه مخکې پیل کيږي.
نهمه: د الله د يووالي معنا همغه د لا إله إلا الله معنا ده.
لسمه: دا چې انسان کله له اهل کتاب څخه وي، خو هغه نه پرې پوهيږي او يا پوهيږي خو عمل نه پرې کوي.
يوولسمه: په تدريجي ډول ښوونې ته پاملرنه.
دولسمه: دا چې تر ټولو لومړی پر مهم کار پيل وشي.
ديارلسمه: د زکات مصرف او اهل خلک.
څوارلسمه: د عالم لخوا د متعلم د شبهې کشف او ښکاره کول.
پنځلسمه: له غوره مالونو اخېستلو څخه منع.
شپاړسمه: د مظلوم له ښېرا څخه ځان ساتل.
اولسمه: پر دې خبره خبرول چې د مظلوم دعا نه رديږي.
اتلسمه: د توحيد له دلايلو څخه دا هم دي چې د رسولانو پر سردار او وليانو پر سردارانو کومې ستونزې لوږه او کړاو راغلي دي.
نولسمه: د هغه وينا: (چې هرومرو به بيرغ ورکوم) ترپايه، دا د نبوت له نښانو يوه نښه ده.
شلمه: د هغه په سترګو کې لاړې وراچول هم د نبوت له نښانو څخه يوه نښه ده.
یوويشتمه: د علي رضي الله عنه فضيلت.
دوه ويشتمه: د صحابه وو فضيلت په دغه شپه کې د فکر کولو کې او د بريا له زيري څخه د هغوی د بوختيا له امله.
درويشتمه: پر تقدير ايمان لرل ځکه چې څوک يې توان نلري هغه ته د حاصلېدلو له امله او څوک يې چې هڅه کوي له هغه څخه د منعې له امله.
څلورويشتمه: د هغه په وينا کې ادب چې (په خپل طبيعت ولاړ شه).
پنځه ويشتمه: له جګړې مخکې اسلام ته رابلنه.
شپږويشتمه: دا چې دا خبره هم روا ده چې که څوک مخکې رابلل شوي وي او جګړه ورسره شوې وي.
اوه ويشتمه: په حکمت سره بلنه لکه چې فرمایي: (هغوی پر هغه څه خبر کړه چې پرې واجب دي.
اته ويشتمه: په اسلام کې د الله د حق پېژندنه.
نه ويشتمه: د هغه چا ثواب چې پر لاسونو يې يو سړی لارښوونه ومومي.
دېرشمه: پر فتوا د قسم (لوړې) کول.
باب دی په بیان د وضاحت د توحيد کې او په بیان د وضاخت د ګواهۍ د (لا إله إلا الله) کې.
او د الله تعالی وينا ده: دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ورنژدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې وېريږي، په رېښتيا ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى. د الإسراء سورت: ۵۷ ايت.
او د هغه وينا: او کله چې ابراهيم علیه السلام خپل پلار او قوم ته وويل: پرته له شکه زه له هغه څه بېزاره يم چې تاسو يې لمانځئ.(۲۶). مګر هغه ذات چې زه يې پيداکړی يم؛ نو هغه مې لارښوونه کوي.(۲۷) او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتېدونكې خبره وګرځوله تر څو هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي. د الزخرف سورت: ۲۶- ۲۸ آيتونه.
او د هغه وينا: خپل عالمان او پیران يې مالکان د حل او د حرمت له الله پرته نيولي وو او همدارنګه د مريمې زوى مسيح (يې هم معبود نيولى) او حال داچې هغوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګمارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل معبود نشته، له هغه څه پاك دى چې هغوى يې ورسره شريكوي. د التوبة سورت: ۳۱ آيت.
او د هغه وينا: او ځينې کسان له الله پرته داسې سيالان نيسي چې د الله په څېر مينه ورسره كوي او چاچى ايمان راوړى هغوى خو د الله په مينه كې ډېركلك دي. د البقرة سورت: ۱۶۵ آيت.
او په صحيح کې له نبي صلی الله عليه وسلم راغلي چې هغه فرمايلي: چاچې لا إله إلا الله وويل: او له الله پرته د نورو له لمانځلو يې نټه وکړه، د هغه مال او وينه حرام دي او حساب يې پر الله جل جلاله دی.
د دغې ژباړې شرحه وروستني بابونه دي.
په دغه کې لويې مسئلې دي او ترټولو مهمه يې ده:
د توحيد او شهادت تفسير او په څرګندو چارو سره يې بيان کړ.
يوه له هغو څخه داده: چې د الإسراء په ايت کې يې پر هغو مشرکانو رد بيان کړی چې نېکان رابولي، او دا خبره يې بيان کړې چې دا لوی شرک دی.
او يوه مسئله دا ده: چې د براءة په آيت کې دا خبره بيان شوه چې اهل کتابو خپل عالمان او عابدان(پیران) له الله پرته مالکان د حل او د حرمت وګرځول، او دا يې بيان کړ چې هغوی ته يوازې د يو الله د لمانځلو امر شوی و، سره له دې چې له ستونزې پرته تفسير يې د عالمانو او عابدانو په هغه څه کې پيروي ده چې ګناه نه وي، نه د هغوی لخوا لمانځل يې.
او يوه مسئله: کافرانو ته د خليل عليه السلام وينا ده: چې زه له هغه څه بېزار يم چې تاسو یې لمانځئ.(۲۶) مګر هغه ذات چې زه يې پيداکړی يم. چې خپل پالونکي يې له معبودانو څخه مستثنی کړل.
او الله پاک دا خبره بيان کړه چې دغه بېزاري او دغه دوستي د لا إله إلا الله كلمې د شهادت تفسير دی. او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتېدونكې خبره وګرځوله تر څو هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي.
او يوه مسئله داده: چې د البقرة ايت د هغو کافرانو په اړه دی چې الله د هغوی په اړه ويلي دي. او هغوی له دوزخ څخه وتونکي نه دي. دا خبره يې بیان کړه چې هغوی سيالانو سره د الله غوندې مينه کوي، چې دا پردې خبره دلالت کوي چې هغوی له الله سره لويه مينه لري او هغوی يې په اسلام کې داخل نه کړل؛ نو د هغه چا به څه حال وي چې له سيال سره تر الله زياته مينه لري.
او د هغه چا به څه حال وي چې يوازې له سيال سره مينه لري نه له الله سره؟
او يوه مسئله: د نبي صلی الله عليه وسلم وينا ده: چاچې لا إله إلا الله وويل: او له الله پرته د نورو له لمانځلو يې نټه وکړه، د هغه مال او وينه حرام دي او حساب يې پر الله جل جلاله دی.
او دغه تر ټولو لوی هغه څه دي چې د (لا إله إلا الله) معنا بيانوي، ځکه د هغې تلفظ يې د وينې او مال ساتونکی ونه بللو، او نه يې د هغې د معنا پېژندګلوي د هغې له لفظ سره، او نه پر دغه اقرار کول، او نه داخبره چې يوازې هغه الله را بولي چې شريک نه لري، بلکې مال او وينه يې ترهغه وخته نه حراميږي ترڅو يې له الله پرته د نورو له لمانځلو نټه نه وي کړې، که شک وکړ يا يې توقف وکړ؛ نو مال او ينه يې نه حراميږي، نو دا څومره لويه او ستره مسئله ده؟
او دا څومره ښایسته بيان دی! څومره څرګند دی! او د جګړه کوونکي لپاره څومره پرېکوونکی دليل دی؟
باب دی په بيان د دې کې چې د حلقې، تار او دېته ورته شيانو اچول د ستونزې د له منځه وړلو يا مخنيوي په موخه هم شرک دی.
او د الله تعالی هغه وينا : ووايه: آيا هغه څه چې تاسو يې رابولئ که الله ماته د کړاو رسول وغواړي هغوی يې لېرې کوونکي دي او يا هغه د لورېينې اراده راته ولري ايا هغوی يې د لورېينې بندوونکي دي، ووايه: الله راته بسنه کوي، پر همغه دې بروسه کوونکي بروسه وکړي. د الزمر سورت: ۳۸ ايت
له عمران بن حصين - رضي الله عنه څخه - روایت دی: چې نبي - صلی الله عليه وسلم - يو سړی وليد چې په لاس کې د ژېړو کړۍ وه؛ نو ويې ويل دا څه دي؟ هغه وويل: د كمزورۍ او درد(لرې کولو) لپاره ده؛ نو هغه وفرمايل: ويې باسه؛ ځکه هغه يوازې کمزوري در زياتوي، او که ته مړ شې په داسې حال کې چې هغه درباندې وي؛ نو هيڅکله به بریالی نه شې. احمد په داسې سند سره روايت کړی چې ستونزه نه لري.
او هغه لره له عقبة بن عامر څخه مرفوع هم راغلی: چا چې تعويذ وځړاوه؛ نو الله دې نه ورته تماموي، او چا چې خر مهره وځوړوله الله دې سکون او ارام نه ورکوي. او په يو روايت کې دي: چا چې تعويذ وځړاوه؛ نو هغه شرک وکړ.
او ابن ابي حاتم له حذيفة څخه روايت کوي چې هغه يو سړی وليد چې په لاس کې يې د تبې تار و(بند)؛ نو هغه يې پرې کړ او د الله تعالی وينا يې تلاوت کړه: او ډېری يې پر الله باور نه لري مګر دا چې شرک کوونکي دي. د یوسف سورت: ۱۰۶ آيت.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د کړۍ، تار او دېته ورته نورو شيانو له کارولو سخت (منع کول) د دغې ډول موخې لپاره.
دويمه: دا چې صحابي که په داسې حال کې مړ شي چې هغه څه پرې وي، نه بريالی کيږي، نو په دې کې د صحابه وو پر وينا دا شاهد دی چې کوچنی شرک له لويو ګناهونو څخه دی.
درېيمه: بیشکه هغه یې په نا پوهۍ معذور ونه باله.
څلورمه: دا چې په دنيا کې هم ګټه نه رسوي، بلکې زيان رسوي د هغه - صلی الله علیه وسلم - د دغې وينا له مخې: چې هغه يوازې درد او کمزوري درزياتوي.
پنځمه: په سختۍ سره پر هغه چا رد؛ څوک چې دا ډول کار کوي.
شپږمه: داخبره په ډاګه کول چې څوک کوم څه راوځړوي همغه ته ورسپارل کيږي.
اوومه: دا خبره په ډاګه کول چې چا تعويذ را وځړاوه؛ نو هغه شرک وکړ.
اتمه: دا چې د تبې لپاره تار راځوړول هم له دغې قبیلې څخه دي(شرک دی).
نهمه: د حذيفه له لوري د آیت لوستل د دې خبرې دليل دی چې صحابه وو په وړوکی شرک کې پرهغو آيتونو استدلال کاوه کوم چې د غټ شرک په اړه وو، لکه ابن عباس چې د البقرې په آيت کې ذکر کړي.
لسمه: دا چې د بد نظرۍ لپاره د خرمهرې را ځړول هم له دې قبیلې څخه دي.
يوولسمه: د هغه چا لپاره ښېرا چې تعویذ را ځړوي چې الله دې کار نه بشپړوي، او څوک چې کونجکه وځوړوي،( د دې لپاره چې له درد نه پرې خلاص شي نو) الله دې له ( درد څخه نه) خلاصوي: معنا دا چې الله دې هغه لره آرام نه پرېږدي.
باب دی په بيان د دمونو او تعويذونو کې:
په صحيح کې له ابو بشر الانصاري - رضي الله عنه - څخه روايت دی: چې هغه له نبي - صلی الله عليه وسلم - سره په يو سفر کې و، نو هغه يې د استازي په توګه ولېږه: چې د هيڅ اوښ په غاړه کې غاړه کۍ د لیندۍ پرې نږدي، او يا دا چې هره غاړه کۍ بايد پرې کړل شي.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې: بیشکه شرکي دمونه تعویزونه او د مینې جلبولو ګوډې شرک دی. احمد او ابوداؤد روايت کړی.
تعویذونه: هغه څه دي چې له بد نظر څخه د ژغورلو په موخه پر ماشومانو ځوړندېږي، خو که چېرې ځوړند شوی شی له قرآن څخه وي نو ځینو سلفو جائز کړي، او ځینو نه دي جائز کړی، او منع یې ګرځولی دی، چې له هغوی څخه ابن مسعود رضي الله عنه هم دی.
رقی: هغه دمونه دي چې عزائم ورته ويل کيږي، او کوم چې له شرک څخه خالي وي هغه دليل ځنې ځانګړي کړي دي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بد نظرۍ او چيچل شوي په اړه اجازه ورکړې ده:
تولة: هغه څه دي چې خلک يې کوي او دا ګمان کوي چې له امله يې ښځه له مېړه سره او مېړه له ښځې سره مينه کوي:
او له عبدالله بن عکيم څخه مرفوع روايت دی: چا چې څه راوځړول همغه ته به وسپارل شي: احمد او ترمذي روايت کړی. دا حدیث امام احمد او بخاري روایت کړی:
امام احمد له رويفع څخه روايت کوي وايي: رسول الله - صلی الله عليه وسلم-ماته وفرمايل: اې رویفع! کېدای شي عمر دې اوږد شي؛ نو خلکو ته خبر ورکړه، چا چې خپله ږيره غوټه کړه( د کبر او یا مخنثو سره د تشبیه له وجې)، يا يې پر څارويو د بد نظرۍ د مخنيوي لپاره څه را وځړول، يا يې د څاروي پر پليدۍ او يا هډوکي استنجاء وکړه؛ نو محمد صلی الله علیه و سلم له هغه څخه بېزاره دی:
او له سعيد بن جبير څخه روايت دی وايي: چا چې له يو انسان څخه تعويذ پرې کړ، دا داسې دی لکه د يو غلام آزادول. وکيع روايت کړی دی:
او هغه له ابراهيم څخه روايت کوي وايي: هغوی ټول تعويذونه بد ګڼل هغه که له قران څخه و او که له بل څه څخه:
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د دمونو او تعويذونو تفسير:
دويمه: د تولة کلمې تفسير:
درېيمه: دا درې واړه ټول پرته له استثناء شرک دی:
څلورمه: یقینا هغه دم چې له بد نظرۍ او د کوم څه چيچلو لپاره وي هغه له دغو څخه نه دي:
پنځمه: دا چې تعويذ که له قرآن څخه وي د هغو په اړه د علماوو تر منځ اختلاف دی چې آيا له دغه شرک څخه دی او که نه؟
شپږمه: دا چې پر څارويو د بد نظرۍ لپاره د لیندۍ هغه پړي راځړول له همدغه شرک څخه دي.
اوومه: د هغه چا سخته ویرونه چې د لیندي(یا کوم بل شی په انسان یا حیوان ځوړندوي د دې د پاره چې د نظره نه شي).
اتمه: د هغه چا فضيلت چې له يو انسان څخه تعويذ پرې کړي.
نهمه: دا چې د ابراهيم وينا له هغه څه سره په ټکر کې نه ده چې مخکې تېر شول، ځکه د هغه موخه د عبدالله بن مسعود ملګري دي.
باب دی په بيان د هغه چا کې چې په ونه، ډبره يا دېته ورته شيانو تبرک حاصلوي:
او د الله تعالی په هغې وينا کې: ايا تاسې لات او عزى(بتان) ليدلي؟ (۱۹). او بل درېيم منات؟ (۲۰). آيا تاسو لره به زامن وي او هغه لره به لوڼې؟ (۲۱) دا خو يو ډېر بې انصافه وېش دی. (۲۲) دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي(شرک هسې د مشرک د ژبې په سر خبره ده په خارج کې وجود نلري) چې تاسو او پلرونو مو ايښي دي، الله كوم دليل پرى نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګمان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او په رېښتيا د هغوى د پالونکي لخوا لارښوونه ورغلې ده: د النجم سورت: ۱۹- ۲۳.
له ابو واقد ليثي څخه روايت دی وايي: موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حنين ته ووتلو، او موږ نوي مسلمانان شوي وو، د مشرکانو يوه د بېرې ونه وه چې هلته به ورسره کېناستل او پر هغې به يې خپلې وسلې راځړولې، هغې ته د ځړولو والا ويل کېده؛ نو موږ پر دغه د بېرې پر ونه تېرشو او موږ وويل: اې د الله رسوله! زموږ لپاره هم يوه د ځړولو والا وګرځوه لکه د هغوی لپاره چې د ځړولو والا ده، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله ترټولو لوی دی، پرته له شکه دا همغه لارې دي، پر هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په لاس کې دی تاسو هغه څه وويل لکه بني اسرائيلو چې موسی علیه السلام ته وويل: زموږ لپاره يو معبود وګرځوه لکه د هغوی لپاره چې معبودان دي، هغه وويل تاسو يو داسې قوم ياست چې نه پوهېږئ. د الأعراف سوررت: ۱۳۸ آيت. تاسو به هرومرو د هغو پر لارو ځئ چې له تاسو مخکې وو: ترمذي روايت کړی او صحيح يې بللی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د النجم د آيت تفسير.
دويمه: د هغه امر د بڼې پېژندنه چې هغوی يې غوښتنه کړې وه.
درېيمه: دا چې هغوی دا کار ونه کړ.
څلورمه: د هغوی داسې کېدل چې پر دغه کار يې د خپل ګمان سره سم الله ته نږدې کېدل غوښتل چې ګواکې هغه يې خوښوي.
پنځمه: دا چې هغوی پر دغه نه پوهېدل؛ نو له هغوی پرته نور خو به په طریق اولی ناپوه وو.
شپږمه: دا چې هغوی لره داسې نېکۍ او د بخښنې ژمنه ده چې له هغوی پرته نورو ته نشته.
اوومه: داچې نبي - صلی الله عليه وسلم- هغوی معذور ونه ګڼل بلکې پر هغوی يې پردې وينا سره رد وکړ. الله اکبر، پرته له شکه هغه داسې لارې دي چې تاسو به هرومرو د مخکېنيو پيروي کوئ. نو په امر کې يې سختي پر دغو دريو سره وکړه.
اتمه: لوی امر چې هغه مقصود دی: هغه دا چې هغوی یې پردې خبر کړل چې د هغوی غوښتنه لکه د بني اسرائيلو د غوښتنې غوندې ده چې هغوی موسی علیه السلام ته وويل: زموږ لپاره يو معبود وګرځوه.
نهمه: دا چې د دغه نفي د (لا إله إلا الله) له معنا څخه ده سره لده چې هغه پیچلې او پر دوی پټه وه.
لسمه: دا چې هغه پر فتوا قسم وکړ، په داسې حال کې چې هغه يوازې د يو مصلحت له مخې قسم کوي.
يوولسمه: دا چې په شرک کې لوی او کوچنی شته، ځکه هغوی د دغه له امله مرتد نه شول.
دولسمه: د هغوی دا وينا ( چې موږ نوي مسلمانان شوي وو) په دې کې دې خبرې ته اشاره ده چې له هغوی پرته بل څوک له دغه څخه ناپوه نه و.
ديارلسمه: د تعجب پر مهال تکبير پر خلاف د هغه چا چې ښه يې نه ګڼي.
څوارلسمه: د ذرائعو (بدو چارو لارې) بندول.
پنځلسمه: د جاهليت له خلکو سره له ورته والي څخه منع.
شپاړسمه: د تعليم پر مهال غوسه.
اوولسمه: کلي قاعده د هغه - صلی الله علیه وسلم - د دغې وينا له مخې چې ( دغه لارې دي.
اتلسمه: دا چې دغه د نبوت له نښانو څخه يوه نښه ده ځکه څنګه يې چې خبر ورکړی و همغسې وشول.
نولسمه: دا چې پر کوم څه الله په قرآن کې د يهودو او نصاراو بدي بيان کړې ده همغه زموږ لپاره هم دي.
شلمه: دا چې د هغوی په اند دا ثابته ده چې د عباداتو بنسټ پر امر دی، نو په اړه يې د قبر پر مسئلو تنبيه وشوه، کوم چې داخبره ده چې (رب دې څوک دی؟) هغه څرګنده ده، او کوم چې دا خبره ده چې (نبي دې څوک دی؟) په دې کې پر پټو خبر ورکول دي، او کوم چې دا خبره چې (دين دې څه دی؟) دا د هغوی د دغې وينا له مخې چې ويل يې:(زموږ لپاره يو معبود وګرځوه) تر پايه.
يوويشتمه: دا چې د اهل کتاب لاره داسې بده وه لکه د مشرکانو لاره.
دوه ويشتمه: دا چې له داسې باطل څخه منتقل شوی چې زړه يې پرې عادت شوی و ډېر ډاډ يې په اړه نه وي چې په زړه کې يې دې له دغه عادت څخه څه پاتې وي؛ د هغوی د دغې وينا له مخې: چې موږ د کفر زمانې ته نېږدې وو؟
باب دی په بيان د حلاله کې غيرالله لپاره.
او د الله تعالی وينا: ووايه: پرته له شکه زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ يوازې د مخلوقاتو د پالونکي لپاره دي(۱۶۲). هغه لره شريک نشته او پر همدغه ماته امر شوی او زه لومړنی د مسلمانانو يم. د الأنعام سورت: ۱۶۲- ۱۶۳ آيتونه.
او د هغه د وينا په اړه: د خپل پالونکي لپاره دې لمونځ وکړه او قرباني وکړه. د الکوثر سورت: ۲ آيت.
له علي بن ابي طالب - رضي الله عنه - څخه روايت دی وايي: رسول الله - صلی الله عليه وسلم - څلور کلمې راته بيان کړې: پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې له الله پرته د بل چا لپاره ذبح کوي، پر هغه چا دې د الله لعنت وي چې پر موراوپلار لعنت کوي، د الله لعنت دې پر هغه چا وي چې بدعتي ته پناه ورکوي، د الله لعنت پر هغه چا وي چې د ځمکې منارې (پولي وهۍ) بدلوي. مسلم روايت کړی.
او له طارق بن شهاب څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: يو سړی د يو مچ په اړه جنت ته ننوت او يوسړی د يو مچ په اړه دوزخ ته ننوت.
هغوی وويل: او دا څنګه اې د الله رسوله؟.
هغه وويل: دوه سړي پر يو قوم تېرېدل چې هغوی يو بت لرلو د هر چا لپاره اړينه وه چې يوڅه ورته قربان کړي.
نو هغوی له هغو دوو څخه يوه ته وويل: قرباني وکړه.
هغه وويل: زما سره هيڅ د قربانولو لپاره نشته.
هغوی ورته وويل: قرباني وکړه که څه هم د مچ وي، نو هغه هم مچ قرباني کړ(د دې بوت په نامه)، چې هغوی يې لار پرېښوده؛ نو هغه دوزخ ته ننوت.
او دويم ته يې وويل: قرباني وکړه.
هغه وويل: له الله جل جلاله پرته بل چا ته زه قرباني کوونکی نه يم، نو هغوی يې سر پرې کړ، چې هغه جنت ته ننوت. احمد روایت کړی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د {إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي} تفسير.
دويمه: د {فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ} تفسير.
درېيمه: پر هغه چا د لعنت پر ويلو پيل چې له الله پرته د بل چا لپاره ذبح کوي.
څلورمه: پر هغه چا لعنت ويل چې پر خپل مور او پلار لعنت وايي او له هغو څخه دا هم دي: چې ته د بل چا مور او پلار ته بد رد وايې؛ نو هغه ستا مور او پلار ته بد رد وايي.
پنځمه: پر هغه چا لعنت ويل چې بدعتي ته پناه ورکوي: او هغه داسې څوک دی چې يو نوي څه رامنځته کړي او په هغو کې د الله حق لازم ګڼي؛ نو داسې چا ته پناه وړي چې په دغه کې پناه ورکوي.
شپږمه: پر هغه چا لعنت ويل چې د ځمکې منارې بدلوي: دا هغه نښې نښانې دي چې په ځمکه کې ستا او ستا د ګاونډي د حق ترمنځ توپير راولي؛ نو ته په شاته مخته کولو سره هغه بدلوې.
اوومه: په عمومي ډول نا قرمانو خلکو باندې لعنت ویل او په یو معین شخص لعنت ویل په دې کې فرق دی.
اتمه: دغه لويه کيسه چې د مچ کيسه ده.
نهمه: دا چې هغه دوزخ ته ننوت د هغه مچ له امله چې د هغه قصد يې هم نه و کړی بلکې د هغوی له شره د خلاصون په موخه يې دا کار کړی و.
لسمه: د مؤمنانو په زړونو کې د شرک د اندازې پېژندنه، چې څنګه دغه تن پر وژلو صبر وکړ او د هغوی غوښتنه يې ونه منله سره لدې چې هغوی يوازې ظاهري عمل ترې وغوښت.
يوولسمه: هغه تن چې دوزخ ته ننوت هم مسلمان و، ځکه که چېرې کافر وای بيا يې داسې نه ويل: (چې د يومچ له امله دوزخ ته ننوت.(زه وایم دا ډیره قیمتي فایده ده)
دولسمه: په هغه کې د صحيح حديث لپاره شاهد دی. چې جنت ستاسو هر يوه ته د هغه د څپلۍ له تسمې څخه ورنېږدې دی او دوزخ هم همدارنګه.
ديارلسمه: د دې خبرې پېژندنه چې د زړه عمل لوی مقصود دی آن د بتانو د لمانځونکو په اند هم.
باب دی په بيان د دې کې چې د الله لپاره به په هغه ځای کې ذبحه نه کيږي چېرې چې د غيرالله لپاره ذبحه کيږي.
او د الله تعالی وينا: هيڅکله په هغه کې مه درېږه، هغه جومات چې بنسټ يې له لومړۍ ورځې پر تقوا اېښودل شوی زيات د دې حقدار دی چې پکې ودرېږې، په هغه کې داسې سړي دي چې زياته پاکي خوښوي او الله زيات پاکي کوونکي خوښوي. د التوبه سورت: ۱۰۸ آيت.
له ثابت بن الضحاک - رضي الله عنه - څخه روايت دی وايي: يو سړي نذر ومنود چې په بوانه نومي ځای کې به اوښ حلالوي؛ نو له نبي - صلی الله عليه وسلم - څخه يې پوښتنه وکړه، هغه وفرمايل: آيا هلته له بتانو کوم داسې بت شتون درلود چې په جاهليت کې يې عبادت کېدلو.
هغوی وويل: نه.
هغه وفرمايل: آيا هلته د هغوی له اخترونو څخه کوم اختر و.
هغوی وويل: نه. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خپل نذر دې پوره کړه ځکه د الله په سرغړونه کې او په هغه څه کې د نذر پوره کول نشته چې انسان يې څښتن نه وي. ابوداود روايت کړی، او سند يې د هغوی دواړو (بخاري او مسلم) پر شرط برابر دی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الله د وينا {لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا} تفسير:
دويمه: داچې سرغړونه کله په ځمکه کې اغېز کوي، همدارنګه پيروي.
درېيمه: د ستونزمنې مسئلې ردول څرګندې مسئلې ته ترڅو يې ستونزه له منځه ولاړه شي.
څلورمه: د مفتي لخوا تفصيل غوښتنه که دغه ته اړتيا پېښه شي.
پنځمه: دا چې د نذر لپاره د يوې ټوټې ځمکې په ځانګړي کولو ستونزه نشته کله چې خنډونه شتون ونلري.
شپږمه: له هغو څخه منع کله چې هلته د جاهليت له بتانو څخه کوم بت وي که څه هم له منځه تلو وروسته وي.
اوومه: له هغو څخه منع کله چې هلته د هغوی له اخترونو څخه کوم اختر وي، که څه هم له منځه تلو وروسته وي.
اتمه: دا چې پر دغه ډول ځايونو کې پر نذر کولو وفا روا نه ده، ځکه دا د ګناه نذر دی.
نهمه: له مشرکانو سره د هغوی په اخترونو کې له ورته والي څخه وېرول که څه يې هم د هغه قصد نه وي.
لسمه: په ګناه کې نذر نشته.
يوولسمه: په هغه څه کې نذر نشته چې انسان يې څښتن نه وي.
باب دی په بيان د دې کې چې له الله پرته بل چا ته نذر شرک دی.
او د الله تعالی وينا: هغوی خپل نذر پوره کوي او له هغې ورځې ډاريږي چې شر يې خپور وور دی. د الإنسان سورت: ۷ آيت.
د هغه د وينا په اړه: او څه مو چې لګولي دي او يا مو کوم نذر کړی؛ نو پرته له شکه الله پرې پوهيږي. د البقرة سورت: ۲۷۰ آيت.
او په صحيح(البخاری) کې له عائشې - رضي الله عنها - څخه روايت دی چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل: چا چې دا نذر وکړ چې د الله پيروي به کوي؛ نو پيروي دې وکړي، او چا چې دا نذر وکړ چې د الله سرغړونه به کوي؛ نو سرغړونه يې دې نه کوي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د نذر د پوره کولو واجبوالی.
دويمه: کله چې دا خبره ثابته شوه چې نذر عبادت دی نو د بل چا په نامه نذر کول شرک دی.
درېيمه: دا چې د ګناه د نذر پوره کول روا ندي.
باب دی په بيان د دې کې چې له الله پرته له بل چا څخه پناه غوښتل شرک دی.
او دا وینا د الله تعالی: او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پنا اخېسته؛ نو لايې ناړامي ورزياته كړه. د الجن سورت: ۶ آيت
او له خولة بنت حکيم - رضي الله عنها - څخه روايت دی وايي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې: څوک چې کوم ځای ته راشي؛ نو بيا ووايي: د الله پر بشپړو کلمو له هغه څه پناه غواړم چې پيدا کړي يې دي، هيڅ شی به زيان ورته ونه رسوي ترڅو له دغه ځايه نه وي تللی. مسلم روايت کړی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الجن سورت د آيت تفسير.
دويمه: د هغه له شرک څخه کېدل.
درېيمه: پر دغه له حديث څخه استدلال کول؛ ځکه علماء پرې استدلال کوي چې د الله کلمې مخلوق ندي، هغوی وايي: چې پر مخلوق پناه غوښتل شرک دی.
څلورمه: د دغې دعا فضيلت سره لدې چې لنډه ده.
پنځمه: دا چې پر يو شي دنيوي ګټه لکه د شر دفع کېدل او يا د ګټې ترلاسه کېدل حاصليږي پردې دلالت نه کوي چې هغه دې شرک نه وي.
باب دی په بيان د دې کې چې له الله پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل او يا بل څوک را بلل شرک دی.
او د الله تعالی وينا: او له الله پرته بل هغه څوک مه رابوله چې نه ګټه او نه ضرر درته رسولای شي، که دې دا وکړل؛ نو پرته له شکه ته له تېري کوونکو څخه يې. او که الله ضرر درته ورسوي؛ نو يوازې هغه يې لېرې کوونکی دی او که هغه د خير اراده درته وکړي؛ نو د هغه د پېرزوينې څوک مخنيوونکی نشته، له بندګانو يې چې چاته وغواړي رسوي يې او هغه بخښونکی لوروونکی دی. د يونس سورت: ۱۰۶- ۱۰۷ آيتونه
او د هغه وينا: د الله په وړاندې روزي ولټوئ او د هغه عبادت وکړئ او شکر يې وباسئ همغه ته ورګرځول کېږئ. د العنکبوت سورت: ۱۷ آيت
او د هغه وينا: او له هغه چا به زيات لارورکی څوک وي چې له الله پرته هغه څوک رابولي چې تر قيامته پورې یې ورته قبلولای نه شي او هغوی د دوی د بلنې څخه ناخبره دي. او کله چې خلک را پورته کړل شي هغوی لره به دښمنان وي او د دوی په بلنه به انکار کوونکي وي. د الأحقاف سورت: ۵- ۶ آيتونه.
او د هغه وينا: هغه څوک چې سخت اړمن ته ځواب ورکوي کله يې چې را وبولي او ستونزه يې له منځه وړي او تاسو په ځمکه کې ځای ناستي ګرځوي آيا له هغه سره بل الله هم شته؟ د النمل سورت: ۶۲ آيت
طبراني په خپل سند روايت کوي: چې د نبي -صلی الله عليه وسلم- په زمانه کې يو منافق و چې مؤمنان يې ازارول؛ نو ځينو يې وويل: راځئ پر رسول الله -صلی الله عليه وسلم- له دغه منافق څخه مرسته وغواړو. نبي -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: د هغه پر وړاندې له ما مرسته نه غوښتل کيږي بلکې له الله مرسته غوښتل کيږي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د دعا عطف پر مرسته غوښتلو د عام عطف پر خاص دی.
دويمه: د الله د دغې وينا {وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ} تفسير.
درېيمه: دا چې دغه لوی شرک دی.
څلورمه: دا چې ترټولو صالح تن که دغه کار د الله له رضاء پرته د بل چا لپاره ترسره کړ هغه به له تېری کوونکو څخه وګرځي.
پنځمه: له هغه وروسته آيت تفسير.
شپږمه: داچې دغه کار په دنيا کې هم ګټه نلري سره لدې چې هغه کفر دی.
اوومه: د درېيم آيت تفسير.
اتمه: دا چې د روزۍ لټول يوازې له الله څخه مناسب دي لکه څنګه چې جنت له هغه څخه غوښتل کيږي.
نهمه: د څلورم آيت تفسير.
لسمه: دا چې تر هغه چا زيات لارورکی نشته چې له الله پرته بل څوک را بولي.
يوولسمه: دا چې هغه به د را بلونکي له را بللو بې خبره وي او له هغه به هيڅ خبر نلري.
دولسمه: دا چې دغه بلنه د رابلل شوي له رابلونکي سره د کينې او دښمنۍ لامل کيږي.
ديارلسمه: دغې بلنې ته د را بلل شوي عبادت ویلی شوی.
څوارلسمه: د دغه لمانځلو(راورسیږې را مدد شې) څخه د را بلل شوي نټه انکار.
پنځلسمه: دغه چارې د خلکو د لارورکۍ لامل کيږي.
شپاړسمه: د پنځم آيت تفسير.
اوولسمه: حيرانوونکی امر هغه د بت لمانځوکو دا اقرار دی چې سخت اړمن ته يوازې الله ځواب ورکوي او له همدې امله په سختيو کې هغه داسې رابولي چې يوازې هغه لره د دين ځانګړي کوونکي وي.
اتلسمه: د مصطفی -صلی الله عليه وسلم- د توحيد ملاتړ او له الله سره د ادب رعايتول.
باب دی په بيان د الله تعالی دې وينا کي: آيا هغوی له الله سره هغه څه شريکوي چې هيڅ يې نه دي پيدا کړي او حال دا چې هغوی پيداکړل شوي دي. او نه هغوی لره د مرستې توان لري او نه د ځانونو مرسته کولای شي. د الأعراف سورت: ۱۹۱- ۱۹۲ آيتونه.
او د هغه وينا: او کوم کسان چې تاسو يې له هغه پرته را بولئ د خرما او زړي ترمنځ يې د نري پوستکي(په اندازه) واک هم نلري. که يې را وبولئ ستاسو رابلنه نه اوري او که يې واوري قبلولای نه شي او د قيامت په ورځ به ستاسو په شرک به رد کوي او خبر به در نه کړي تاسو ته په شان د خبردار ذات. د فاطر سورت: ۱۳- ۱۴ آيتونه.
او په صحيح کې له انس څخه روايت دی وايي: د احد په ورځ نبي -صلی الله عليه وسلم- پر سر زخمي شو، د مخې غاښونه يې مات شول؛ نو هغه وفرمايل: هغه قوم به څنګه بریالی شي چې خپل نبي پر سر زخمي کړ. نو دغه آيت نازل شو: تا لره په امر کې هيڅ هم نشته. د آل عمران سورت: ۲۸ آيت.
او په دې اړه له ابن عمر -رضي الله عنهما- څخه روايت دی: چې هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې کله هغه خپل سر د سهار په لمانځه کې د وروستي رکعت له رکوع څخه را پورته کړ؛ نو ويې فرمايل: اې الله! په فلاني او فلاني لعنت وکړې. وروسته تر دې چې (سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ) يې وويل؛ نو الله دغه آيت را نازل کړ: تا لره په دغه امر کې هيڅ حق نشته. د آل عمران سورت: ۲۸ آيت.
او په يو روايت کې دي: هغه صفوان بن اميه، سهيل بن عمرو او حارث بن هشام ته ښېراوې کولې نو دغه آيت را نازل شو. تا لره په دغه امر کې هيڅ حق نشته. د آل عمران سورت: ۲۸ آيت.
او په دې اړه له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله -صلی الله عليه وسلم- هغه مهال ودرېده چې کله پر هغه دغه آيت را نازل شو: چې خپل نېږدې خپلوان دې ووېروه. ( د الشعراء سورت: ۲۱۴ آيت) نو ويې فرمايل: اې د قريشو ډلې - يا دېته ورته کلمه يې وويله - خپل ځانونه مو واخلئ، زه د الله پر وړاندې هيڅ نشم درسره کولای، ای د عبدالمطلب زوی عباسه! زه د الله پر وړاندې هيڅ نشم درسره کولای، د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- عمه صفیې، زه د الله پر وړاندې هيڅ نشم درسره کولای، اې د محمد لورې فاطمې، څومره مال چې غواړې راڅخه يې وغواړه، خو زه د الله پر وړاندې هيڅ نشم درسره کولای.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د دوو آيتونو تفسير.
دويمه: .د احد کيسه.
درېيمه: د رسولانو د سردار ښېرا او تر شا يې د وليانو سرداران چې په لمانځه کې امين پسې وايي.
څلورمه: دا چې ښېرا د کافرانو پر خلاف وه.
پنځمه: دا چې هغوی داسې کړنې ترسره کړې چې ډېری کافرانو نه وې ترسره کړې، له هغو څخه يو دا چې: خپل نبي يې پر سر زخمي کړ، او د هغوی لخوا د وژلو حرص يې، او يو دا چې: د وژل شوو مُثله کول سره لدې چې هغوی يې د کاکا زامن وو.
شپږمه: په دې اړه الله پر هغه دغه آيت را نازل کړ: تا لره په دغه امر کې هيڅ واک نشته.
اوومه: د هغه وينا: (او يا به د هغوی توبه قبوله کړي او يا به عذاب ورکړي) چې الله د هغوی توبه قبوله کړه؛ نو هغوی ايمان راوړ.
اتمه: د پېښو پر مهال د قنوت لوستل:
نهمه: چاته چې ښېرا کېدله په لمانځه کې د هغوی د نومونو او د هغوی د پلرونو د نومونو اخېستل.
لسمه: په قنوت کې د ټاکلې (معين) لعنت شتون.
يوولسمه: د نبي -صلی الله عليه وسلم- کيسه چې کله دغه آيت پرې نازل شو. او خپل نېږدې خپلوان دې ووېروه.
دولسمه: په دغه امر کې د نبي -صلی الله عليه وسلم- جديت تردې چې هغه څه يې وکړل چې له امله يې لېونتوب ورته منسوب شو، نو که اوس يې کوم مسلمان وکړي هم همداسې به وي.
ديارلسمه: د هغه وينا لېرې او نېږدې ته: چې زه تا ته د الله پر وړاندې هيڅ ګټه نشم رسولای. آن تردې چې ويې فرمايل: اې د محمد لورې فاطمې! زه تا ته د الله پر وړاندې هيڅ ګټه نشم رسولای.
کله يې چې دا خبره په ډاګه کړه په داسې حال کې چې هغه د رسولانو سردار و، چې هغه د ټولو مخلوقاتو سردارې مېرمنې ته څه ګټه نشي رسولای، او انسان هم پردې باور لري چې هغه يوازې حق وايي، بيا يې په هغه څه کې فکر وکړ چې نن سبا د خاصو خلکو په زړونو کې راګرځي؛ نو هغه ته د توحيد پرېښودل او د دين (غربت) نا اشنا والی په ډاګه شول.
باب دی په بيان د الله تعالی د وينا کي چې فرمايي: تردې چې کله يې له زړونو وېره لېرې شي، هغوی وايي پالونکي مو څه وويل: هغوی وايي: حق او همغه لوړ او لوی دی. د سبا سورت: ۲۳ آيت.
په صحيح کې ابو هريره -رضي الله عنه- له نبي -صلی الله عليه وسلم- څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: کله چې الله په اسمان کې د کوم کار پرېکړه وکړي؛ نو پرېښې د هغه وينا ته داسې په عاجزۍ وزرې ووهي، لکه پر پاکو او خویه ډبرو چې يو ځنځير وهل کيږي، دغه پر هغوی پلي کوي تردې چې له زړونو يې وېره لېرې شي، بيا هغوی وايي: پالونکي مو څه وويل؟ هغوی وايي: حق او هغه لوړ او لوی دی، نو يو په پټه غوږ نيوونکی او دا په غلا غوږ نيوونکی(شیطانان) يې واوري داسې چې ځينې يې د ځينو له پاسه وي، سفيان په خپل لاس هغه حالت بيان کړ، داسې چې هغه يې په څنګ کړ او ګوتې يې سره پرانیستې، نو کله چې يو يې کومه خبره واوري هغه يې لاندې والا ته ورسوي، بيا يې هغه تر ځان لاندې بل ته ورسوي، تردې چې د کوډګر يا غيب ويونکي خولې ته ورسيږي، بيا يې کله اور غورځوونکی ستوری مخکې تر رسولو ومومي او کله بيا د هغه ترموندلو مخکې يې ورسوي، چې بيا سل درواغ ورسره يوځای کړي، نو ويل کيږي: آيا نن يې موږ ته داسې او داسې ونه ويل؟ نو د دغې له آسمانه اورېدلې کلمې تصديق کيږي.
له نواس بن سمعان -رضي الله عنه- څخه روايت دی هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې الله د کوم کار په اړه د وحي کولو اراده وکړي، پر هغه وحي خبرې وکړي چې له امله يې اسمانونه په لړزه شي، او يا يې وويل: چې د الله له وېرې سخت ورپیږي، کله چې دغه د آسمان خلک واوري پړمخې ولويږي او الله ته په سجده شي، نو ترټولو لومړی جبرئيل سر پورته کوي، چې الله د هغې وحي په اړه خبرې ورسره کوي چې اراده يې کړې ده، بيا جبرئيل پر پرېښتو تېريږي، کله چې پر هر اسمان تېريږي پرېښتې ترې پوښتي زموږ پالونکي څه وويل اې جبرئيله!
نو هغه ورته وايي: هغه حق وويل، او هغه لوړ او لوی دی، نو هغوی ټول هغه څه وايي کوم چې جبرئيل وويل، بيا جبرئيل وحي هغه ځای ته رسوي چېرې چې الله جل جلاله امر ورته پرې کړی دی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د آيت تفسیر.
دويمه: د شرک پر ابطال حجت په ځانګړي ډول هغه څوک چې د نېکانو پورې تړاو لري، او دا هغه ايت دی چې ويل کيږي: له زړه څخه د شرک د ونې رګونه پرې کوي.
درېيمه: د الله تعالی د دغې وينا تفسير: هغوی وايي: حق يې وويل: او هغه لوړ او لوی دی.
څلورمه: د دغه په اړه د هغوی د پوښتنې لامل.
پنځمه: دا چې جبرئيل له دغه وروسته په خپله دې وينا سره هغوی ته ځواب ورکوي: چې هغه داسې او داسې وويل.
شپږمه: د دې خبرې یادونه چې ترټولو لومړی جبرئيل سر راپورته کوي.
اوومه: دا چې د آسمانونو ټولو خلکو ته وايي ځکه هغوی يې پوښتي.
اتمه: دا چې د اسمانونو ټول خلک بې هوښه کيږي.
نهمه: د الله د وينا له امله د اسمانونو په لړزه کېدل.
لسمه: دا چې جبرئيل هغه څوک دی چې وحي هغه ځای ته رسوي چېرې الله امر ورته کړی دی.
يوولسمه: د شيطانانو په پټه د غوږ نيولو يادونه.
دولسمه: د هغوی يو پر بل د سپرېدلو د حالت بيان.
ديارلسمه: د اورغورځوونکو ستورو لېږل.
څوارلسمه: دا چې کله يې ستوري مخکې د خبرې تر رسولو راګیر کړي.
او کله هغه خپل انسان ملګري ته خبره رسوي مخکې تردې چې ستوری يې ومومي.
پنځلسمه: دا چې غيب ويونکی هم ځينې وخت رېښتيا وايي.
شپاړسمه: دا چې هغه سل درواغ ورسره وايي.
اوولسمه: دا چې د هغه د درواغو تصديق يوازې د دغې کلمې له امله کيږي چې له اسمان څخه اورېدل شوې ده.
اتلسمه: د نفسونو لخوا د باطل منل: چې څنګه يوه خبره ټینګه نيسي او سلو ته پاملرنه نه کوي.
نولسمه: د هغوی داسې کېدل چې ځينې يې له ځينو خبره اخلي.
دغه کلمه چې هغوی يې يادوي او استدلال پرې کوي.
شلمه: د اشعريه(د صفاتو نه منوونکي) پر خلاف د صفتونو ثابتول.
يوويشتمه: دا خبره په ډاګه کول چې دغه لړزه او بې هوښي.
د الله جل جلاله له وېرې څخه وي.
دوه ويشتمه: دا چې هغوی الله ته په سجده لوېږي.
باب دی په بيان د شفاعت (سپارښتنه) کې.
او د الله جل جلاله د وينا په بيان کې: او هغه خلک پرې وډار کړه چې له دې څخه وېريږي چې خپل پالونکي ته به را پاڅول کيږي، هغوی لره به له هغه پرته نه دوست وي او نه سپارښت كوونكى؛ د دې د پاره چې هغوی ووېريږي. د الأنعام سورت: ۵۱ آيت
او دا قول يې: ووایه خاص د الله په اختیار کې دی سفارش ټول. د الزمر سورت: ۴۴ آيت.
او دا قول يې: څوک دی چې د هغه له اجازې پرته د هغه پر وړاندې سپارښتنه وکړي. د البقرة سورت: ۲۵۵ آيت.
او دا قول يې: او په اسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې د هغوی سپارښتنه هيڅ ګټه نشي رسولای مګر وروسته تردې چې الله چاته وغواړي او ترې راضي وي اجازه ورکړي. د النجم سورت: ۲۶ آيت.
او دا قول يې: ووايه: راوبولئ كوم چې تاسې له الله پرته ( معبودان) انګېرلي، هغوى خو د يوې ذرې په اندازه څه په واك كې نلري، نه په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه يې په دې دواړو كې څه برخه شته او نه له هغوى څوك د الله مرستندوى دى او د هغه پر وړاندې سپارښتنه هم چاته ګټه نه رسوي پرته له هغه چې اجازه يې ورته كړې وي. د سبا سورت: ۲۲- ۲۳ آيتونه.
ابوالعباس وايي: الله له ځان پرته له نورو ټول هغه څه نفي کړل چې مشرکان تر هغه تړاو لري، دا خبره يې نفي کړه چې له هغه پرته دې د بل چا پاچايي يا کومه برخه وي، يا د الله مرستندوی وي او يوازې سپارښتنه پاتې وه؛ نو هغه يې هم داسې بيان کړه چې هغه يوازې هغه مهال ګټه رسوي چې چاته پالونکي اجازه ورکړې وي، لکه چې فرمايي: او پرته له هغه چا چې د الله ورته رضا وي، بل د هيچا سپارښتنه نه كوي. د الأنبياء سورت: ۲۸ آيت
نو دا هغه سپارښتنه ده چې مشرکان يې ګومان کوي، هغه د قيامت په ورځ نفي کړل شوې ده، لکه قرآن چې نفي کړې او نبي صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی دی.
چې هغه به راشي او خپل پالونکي ته به سجده وکړي او د هغه ستاينه به وکړي - لومړی به سپارښتنه نه پيل کيږي - بيا به ورته وويل شي: سر دې پورته کړه او ووايه اورېدل کيږي، وغواړه درکول کيږي او سپارښتنه وکړه سپارښتنه دې منل کيږي.
ابوهريره ورته وويل: د کومو نېکبختو خلکو لپاره به ستا سپارښتنه وي؟ هغه وفرمايل: چا چې د زړه له اخلاصه (لا إله إلا الله ) ويلي وي.
نو دغه سپارښتنه به د الله په امر د اخلاص والا لپاره وي او د هغه چا لپاره به نه وي چې له الله سره يې شریک نيولی وي.
او حقيقت يې دادی چې الله پاک همغه ذات دی چې پر اخلاص والا پېرزوينه کوي، چې هغوی لره به د هغه چا په دعا بخښنه کوي چاته يې چې د سپارښتنې اجازه کړې وي ترڅو د هغه درناوی وکړي، او ستايل شوی مقام ترلاسه کړي.
نو د کومې سپارښتنې چې قرآن نفي کړې له هغو څخه موخه هغه ده چې په هغې کې شرک وي، له همدې امله يې په خپل امر په يوشمېر ځايونو کې سپارښتنه ثابته کړه، او نبي -صلی الله عليه وسلم- دا خبره هم بيان کړې چې هغه سپارښتنه به یوازې د توحيد او اخلاص والا لپاره وي. خبره یې پای ته ورسېده.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د آيتونو تفسير.
دويمه: د نفي شوې سپارښتنې بيان.
درېيمه: د ثابت کړل شوې سپارښتنې بيان
څلورمه: د لويې سپارښتنې يادونه.
او دا چې هغه محمود (ستايل شوی) مقام (ځای) دی.
پنځمه: د هغه څه بيان چې نبي - صلی الله عليه وسلم- يې ترسره کوي هغه دا چې پیل به په سپارښتنه نه کوي بلکې سجده به کوي.
کله چې الله اجازه ورکړي، سپارښتنه به وکړي.
شپږمه: دا چې څوک به د هغې سپارښتنې په اړه نېکبخته وي؟
اوومه: دا چې هغه به د هغه چا لپاره نه وي چې له الله سره يې شرک کړی وي.
اتمه: د هغې د حقيقت بيان.
باب دی په بيان د الله تعالی د وينا کې: پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نشې روانولای چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي په سمه لیار يې روانوي، او هغه پر لار موندونکو ښه پوه دی. د القصص سورت: ۵۶ آيت.
په صحيح کې ابن مسيب له خپل پلاره روايت کوي وايي: کله چې ابو طالب ته مرګ نېږدې شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته راغی، په داسې حال کې چې له هغه سره ابن ابي اميه او ابوجهل هم وو؛ نو ورته ويې ويل: اې کاکا! د (لا إله إلا الله) کلمه ووايه: د الله په وړاندې به ستا لپاره دليل پرې وايم.
نو هغوی دواړو ورته وويل: آيا ته د عبدالمطلب له ملت څخه اوړې.
چې نبي -صلی الله عليه وسلم- بيا ورته وويل، هغوی دواړو هم خپله خبره تکرار کړه؛ چې په وروستي وخت هغه وويل: چې د عبدالمطلب پر ملت دی، او له دې څخه يې نټه وکړه چې (لا إله إلا الله) كلمه ووايي.
نو نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه به هرومرو ستا لپاره تر هغه بخښنه غواړم ترڅو له تا څخه منع شوی نه يم.
چې الله جل جلاله دغه آيت نازل کړ. د نبي او هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي وروسته تردې چې د هغوی لپاره څرګنده شوه چې هغوی دوزخيان دي. د التوبة سورت: ۱۱۳ آيت.
او د ابوطالب په اړه دغه آيت نازل شو: پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نه شې روانولای چې ته ورسره مینه لرې لیکن الله یې په سمه لیار روانوي چا ته یې چې خوښه شي. د القصص سورت: ۵۶ آيت.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الله د دغې وينا {إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ} تفسير.
دويمه: د الله د دغې وينا {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالذينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} تفسير.
درېيمه: او لويه مسئله د هغه د دغې وينا تفسير دی چې ته (لا اله الا الله) کلمه ووايه، پر خلاف د هغه څه چې د پوهې څښتنان يې دعوی کوي.
څلورمه: پرته له شکه ابوجهل او د هغه ملګري د نبي صلی الله عليه وسلم پر موخه پوهېدل کله يې چې سړي ته دا وويل: (لا اله الا الله) کلمه ووايه، الله دې هغه خراب کړي ابوجهل د اسلام پر اصل زيات ترې پوه و.
پنځمه: د نبي صلی الله عليه وسلم هڅه او کوښښ د خپل تره په اسلام کې.
شپږمه: پر هغه چا رد چې د عبدالمطلب او د هغه د اسلافو د اسلام ګومان کوي.
اوومه: د نبي صلی الله عليه وسلم د هغه لپاره بخښنه غوښتل چې هغه لره بخښنه ونه شوه، بلکې هغه لدې څخه منع کړل شو.
اتمه: د بدو ملګرو زيان د انسان لپاره.
نهمه: د اسلافو او لويانو د درناوي زيان.
لسمه: پر دغه سره د ابوجهل د استدلال له امله په دغه کې د مبطلينو لپاره شبهه.
يوولسمه: دا شاهد چې په اعمالو کې وروستی د باور وړ دی، ځکه که يې ويلې وای، ګټه به يې ورته رسولې وای.
دولسمه: د لارورکو په زړونو کې د دغې شبهې په لوی والي کې غورکول، ځکه په دغه کيسه کې دي، چې هغوی يوازې پر همغې استدلال کولو سره لدې چې نبي صلی الله عليه وسلم ټوله هڅه کوله او خپله خبره يې تکراروله، د هغوی په وړاندې د هغې د لوی والي او څرګندوالي له امله يې پر هغې بسنه وکړه.
باب دی په بيان د دې کې چې د آدم د اولاد د کفر او د خپل دين د پرېښودلو لامل د نېکانو په اړه غلو (له بريده اوښتل) دي.
او د الله جل جلاله وينا: اې د کتاب څښتنانو! په دين کې غلو مه کوئ او پر الله له حق پرته بل څه مه واياست، پرته له شکه عيسی مسيح د مريمې زوی د الله استازی او هغه کلمه يې ده چې مريم ته يې اچولې او د هغه له لوري روح دی. د النساء سورت: ۱۷۱ ايت.
په صحيح کې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه د الله تعالی د وينا په اړه راغلي. او هغوی وويل: خپل معبودان مو مه پرېږدئ او ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ. د نوح سورت: ۲۳ ايت.
وايي: دغه د نوح له قوم څخه د نېکو کسانو نومونه وو، کله چې وفات شول، شيطان د هغوی قوم ته په زړه کې دا خبره ورواچوله چې د هغوی د ناستې په ځايونو کې نښانونه ولګوئ او د هغوی پر نومونو يې ونوموئ، چې هغوی هم همداسې وکړل، او هغه نه لمانځل کېدل تر دې چې دوی وفات شول او پوهه هېره شوه؛ نو بيا یې عبادت وکړای شو.
او ابن قيم وايي: يوشمېرسلفو ويلي: کله چې هغوی وفات شول، نور خلک يې پر قبرونو تم شول، بيا یې مجسمې ورته جوړې کړې، بيا چې څه موده تېره شوه، نو د هغوی عبادت يې پيل کړ.
او له عمر څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ما له بريده زيات مه ستايئ لکه نصاراو چې د مريمې زوی وستايلو، زه يو بنده يم، نو وواياست: د الله بنده او د هغه رسول دی. صحيحينو روايت کړی.
او وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له غُلو (بريده اوښتو) څخه ډډه وکړئ، ځکه له تاسو مخکېنيي خلک غُلو تباه کړل.
او د مسلم په روايت کې له ابن مسعود څخه راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په ستاينه کې تکلف کوونکي تباه شول. درې ځلې يې وويل:
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: داچې څوک پر دغه باب او له هغه وروسته دوو بابونو پوه شو؛ نو د اسلام غربت (نا اشنا والی) به ورته څرګند شي.
او د الله قدرت او د هغه له لوري د زړونو بدلول به عجيب وويني.
دويمه: د لومړني شرک پېژندنه چې هغه په ځمکه کې پېښ شو هغه د نېکانو په شبهې سره و.(دنیکانو په اړه شیطان خلکو ته شبهې واچولې)
درېيمه: د لومړني هغه څه پېژندنه چې د نبيانو دين پرې بدل کړل شو، او هغه څه چې د دغه لامل شول، سره له دې پېژندنې چې هغوی الله استولي و.
څلورمه: د بدعتونو منل سره له دې چې شريعتونه او فطرت يې ردوي.
پنځمه: د دغه ټولو لامل د حق له باطل سره ګډول و.
نو لومړی: د نېکانو سره مينه.
دويم: د ځينو د پوهې او دين د څښتنانو لخوا داسې څه کول چې د خير اراده يې ترې کړې وه؛ خو وروستنيو يې دا ګومان وکړ چې هغوی له دې پرته د بل څه اراده لرله.
شپږمه: د نوح سورت د آيت تفسير
اوومه: د انسان مزاج خوی چې حق يې په زړه کې کميږي او باطل زياتيږي.
اتمه: په دې کې د هغه څه شاهد دی چې له سلفو څخه منقول دي چې بدعتونه د کفر لامل دي.
نهمه: د شیطان پر هغه څه پېژندنه چې بدعتونو ته سړی مايلوي که څه هم د ترسره کوونکي موخه ښه وي.
لسمه: د کلي قاعدې پېژندنه هغه دا چې له غُلو او هغه څه څخه چې غُلو ته سړی کشوي منع کول.
يوولسمه: پر قبر د ښې کړنې په موخه د پاتې کېدلو زيان.
دولسمه: د مجسمو څخه د منعې پېژندنه او د هغو د لېرې کولو حکمت.
ديارلسمه: د دغې کيسې د شان د لوی والي او هغې ته د اړتيا شديدوالی له هغې څخه د بې پروايۍ سربېره.
څوارلسمه: او هغه ډېره حيرانوونکې او ډېره حيرانوونکې ده - چې هغوی د تفسير او حديثو په کتابونو کې لوستې ده، د هغوی له لوري د وينا پر معنا پوهېدل، او د الله حایل کیدل د هغوی او د زړونو ترمنینځ یې تردې چې باور يې وکړ چې د نوح د قوم کړنه ترټولو غوره عبادت دی، او دا باور يې وکړ، چې له څه څخه چې الله او د هغه استازي منع کړې هغه داسې کفر دی چې د وينې او مال روا کوونکی دی.
پنځلسمه: دا خبره څرګندول چې هغوی يوازې د سپارښتنې اراده لرله.
شپاړسمه: د هغوی دا ګومان چې کومو علماوو انځورونه جوړ کړل هغوی همدغه اراده لرله.
اوولسمه: د هغه په وينا کې لوی بيان: (چې زما له بريده زياته ستاينه مه کوئ لکه نصاراو چې د مريمې د زوی وکړه) نو هغه صلی الله عليه وسلم څرګنده بلنه وکړه.
اتلسمه: موږ ته د هغه نصيحت د تکلف کوونکو په تباه کېدو سره.
نولسمه: دا په ډاګه کول چې تر هغه د هغو نېکانو عبادت نه کېده، تردې چې پوهه هېره شوه، نو په دې کې د هغه د شتون د قدر او نشتون د ضرر پېژندنه ده.
شلمه: دا چې د پوهې د نشتون لامل د پوهانو مړينه ده.
باب دی په بيان د دې کې چې څوک د الله عبادت د نېک سړي له قبر سره کوي، د هغه په اړه څومره سختي راغلې؛ نو د هغه چا به څه حال وي چې په خپله د هغه نېک سړي عبادت کوي!؟.
په صحيح کې له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې ام سلمه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې د نصاراوو د عبادت ځای يادونه وکړه چې د حبشې په ځمکه کې يې ليدلې وه او په هغو کې چې کوم انځورونه وو؛ نو هغه وفرمايل: دوی داسې خلک دي کله چې يو نېک سړی يا نېک بنده پکې مړ شي، د هغه پر قبر جومات جوړ کړي او په هغو کې دغه انځورونه رسم کړي، دوی د الله په وړاندې تر ټولو بد خلک دي.
نو دغو خلکو د دوو فتنو ترمنځ يوځای والی کړی: د قبرونو فتنه، او د تصویرونو فتنه.
او هغوی دواړو لره له هغې څخه روايت دی چې ويې ويل: کله چې پر رسول الله صلی الله وحي نازله شوه پر مخ يې څادر واچولو، کله چې ترې ختمه شوه مخ يې لوڅ کړ؛ نو ويې فرمايل: هغه همداسې ده. الله پر يهودو او نصاراوو لعنت کړی چې د خپلو نبيانو قبرونه يې جوماتونه وګرځول. هغه له دې خلک وېرول چې يهودو او نصاراو کړي وو، که يې داسې نه وای کړي قبر به یې ښکاره وای، د دې علاوه هغه له دې هم وېره لرله چې قبر يې جومات ونه ګرځول شي. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
د مسلم په روايت کې له جندب بن عبدالله څخه راغلي وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه تر وفات پنځه ورځې مخکې واورېدل چې هغه ويل: زه الله ته لدې خپله بېزاري وړاندې کوم چې له تاسو څخه دې زما کوم دوست وي، ځکه الله زه خپل دوست ګرځولی يم، لکه څنګه چې يې ابراهيم دوست ګرځولی، که ما له خپل امت څخه څوک دوست نيولی؛ نو ابوبکر به مې دوست ګرځولی وای، خبر اوسئ څوک چې تر تاسو مخکې وو هغوی د خپلو نبيانو قبرونه جوماتونه وګرځول، خبر اوسئ له قبرونو جوماتونه مه جوړوئ، ځکه ما له دغه څخه تاسې منع کړي ياست.
له دې څخه يې د خپل ژوند په وروستيو کې نهي وکړه، بيا يې لعنت پرې وويلو، په داسې حال کې چې هغه د همدې په سياق کې و، چې چا داسې کړي و، او له هغو سره لمونځ کول له همدې ډلې څخه دي که څه هم جومات پرې جوړ نه کړل شي. او دا د هغې د وينا معنا ده: (چې هغه وېره لرله چې قبر يې جومات ونه ګرځول شي). ځکه صحابه و د هغه د قبر شاوخوا جومات نه جوړولو، او په هر ځای کې چې د لمانځه اراده وکړل شي؛ نو هغه جومات وګرځول شو، بلکې په هرځای کې چې لمونځ کيږي هغه ته جومات ويل کيږي، لکه نبي صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: ماته ځمکه جومات او پاکوونکې(طهور په زور د ط سره هغه شی ته وایې چې پاکوونکی وي لکه اوبه او د تیمم د پاره خاوره) ګرځول شوې ده.
او احمد په جيد سند سره له ابن مسعود رضي الله څخه مرفوع روایت کوي. چې تر ټولو بد خلک هغه دي چې قیامت راشي او هغوی ژوندي وي او هغه خلک چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړوي. او ابوحاتم او ابن حبان په خپل صحيح کې همداسې روايت کړی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: کوم څه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه چا په اړه بيان کړل چې د نېک سړي له قبر سره جومات جوړوي چې د الله عبادت پکې وشي، که څه هم د ترسره کوونکي نيت سم وي.
دويمه: له مجسمو څخه منع کول او په دې اړه سختې کول.
درېيمه: د نبي صلی الله عليه وسلم په دې اړه په مبالغه کې عبرت، چې څنګه يې لومړی هغوی ته دغه بيان کړل، بيا پنځه ورځې مخکې تر خپل وفات، څه يې چې ويل هغه يې وويل، بيا چې د هغه په سياق کې و پر هغه څه يې بسنه ونه کړه چې مخکې تېر شوي و.
څلورمه: له خپل قبر سره د داسې کړنې له ترسره کولو څخه منع کول مخکې تردې چې قبر يې رامنځته شي.
پنځمه: دا چې د يهودو او نصاراو د خپلو نبيانو د قبرونو په اړه تګلاره دا وه.
شپږمه: د هغه له لوري په دې اړه پر هغوی لعنت.
اوومه: دا چې د نبي صلی الله عليه وسلم موخه د هغه له قبر څخه زموږ وېرول و.
اتمه: د خپل قبر د نه ښکاره کولو لامل
نهمه: د هغه له لوري د جومات ګرځولو معنا.
لسمه: دا چې د هغه چا ترمنځ چې قبرونه يې جوماتونه ګرځولي يوځای کول.
او هغه چا تر منځ چې قيامت پرې راشي؛ نو د شرک ذريعه يې ياده کړه مخکې تر رامنځته کېدلو د هغه له پای ته رسولو سره.
يوولسمه: د هغه له لوري په خپله خطبه کې له وفات پنځه ورځې مخكې يادونه، پر دوو هغو ډلو رد دی چې هغوی تر ټولو بد بدعتيان دي.
بلکې ځينو سلفو هغوی له دوه اويا ډلو څخه اېستلي دي چې هغوی روافض او جهميه دي، او د رافضه و له امله شرک او د قبرونو عبادت پېښ شو، او هغوی لومړني هغه څوک وو چې قبرونه يې پرې جوړ کړل.
دولسمه: رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سخت روح اخستلو وازمایل شو.
ديارلسمه: هغه دوستې چې پرې عرتمند کړای شوی دی.
څوارلسمه: دا په ډاګه کول چې دوستې(خلة) له مينې(محبة) لوړه ده.
پنځلسمه: دا په ډاګه کول چې صديق (ابوبکر الصدیق ) په صحابو کې غوره دی.
شپاړسمه: د هغه خلافت ته اشاره.
باب دی په بيان د هغه غُلو (له بريده اوښتلو) کې چې د نېکانو د قبرونو په اړه راغلی او داسې بوتان ترې جوړوي چې له الله پرته لمانځل کيږي.
مالک په موطا کې روايت کوي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: اې الله! ته زما قبر بُت مه ګرځوې چې عبادت يې کيږي، د الله غُصه پر هغه قوم سخته شوه چې د نبيانو قبرونه يې جوماتونه جوړ کړل.
ابن جرير په خپل سند له سفيان، هغه له منصور او هغه له مجاهد څخه روايت کوي. آيا؛ لات او عزی مو ونه ليدل. د النجم سورت: ۱۹ آيت. وايي: هغه به دوی لره اوړه په غوړو کې پخول؛ نو کله چې مړ شو، هغوی يې پر قبر ورغونډ شول(منجاوران).
او همدارنګه ابوجوزاء له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کوي، چې هغه به د حاجيانو لپاره اوړه په غوړو کې پخول(د هغوی د اکرام د پاره).
او له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبرونو پر زيارت کوونکو(مېرمنو)، او هغو کسانو لعنت ويلی چې جوماتونه پرې جوړوي او څراغونه پرې روښانه کوي. د سنن والا روايت کړی دی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د بُتانو تفسير.
دويمه: د عبادت تفسير.
درېيمه: رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازې له هغه څه څخه پناه غوښتې ده چې له رامنځته کېدو يې وېره لرله.
څلورمه: د نبيانو پر قبرونو د جوماتونو جوړول يې له دغه سره پرتله کړل.
پنځمه: د الله له لوري د سختې غصې يادونه.
شپږمه: او تر ټولو مهمه يې دا ده: چې د بتانو تر ټولو لوی بُت د لات د عبادت صفت پېژندنه يې وکړه.
اوومه: د دې خبرې پېژندنه چې هغه د نېک سړي قبر و.
اتمه: دا چې هغه د قبر والا نوم و او د نوم اېښودنې د معنا يادونه.
نهمه: د هغه له لوري د قبرونو پر زيارت کوونکو(مېرمنو) لعنت ویل.
لسمه: پر هغه چا لعنت ويل چې څراغونه پرې لګوي.
دا باب دی د مصطفی - صلی الله علیه وسلم - لخوا د توحید د ملاتړ او د هرې هغې لارې بندولو په اړه چې شرک ته رسوونکې ده.
او د الله تعالی وينا: (دادى) تاسو ته يو داسې رسول راغى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاسې د ښېګڼې حريص دى، پر مؤمنانو مهربان خواخوږى دى. د التوبة سورت: ۱۲۸ ايت.
او له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ، او زما قبر عيد مه جوړوئ، اوپر ما درود وواياست؛ ځکه ستاسو درود ماته رسيږي هر چېرې چې ياست. ابوداؤود په حسن سند سره روايت کړی اوراويان يې ثقه دي.
او له علي بن حسين څخه روايت دی: چې هغه يو سړی وليد چې د نبي - صلی الله عليه وسلم- له قبر سره به يو غار ته ننوته، او دعا به يې کوله، نو هغه منع کړ او ويې ويل: آيا تاسو ته هغه څه بيان نه کړم چې له خپل پلاره مې اورېدلي، هغه زما د نيکه څخه هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چې فرمايل يې: زما قبر عيد( د مېلې ځای) مه ګرځوئ، او مه مو کورونه قبرونه جوړوئ، او پر ما درود وواياست؛ ځکه ستاسو سلام ویل ماته رسيږي هرچېرې چې ياست. په (المختارة) کې يې روايت کړی دی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د براءة آيت تفسير.
دويمه: د خپل امت تر وروستي بريده له دغه څرځايه لېرې کول.
درېيمه: پر موږ د هغه د حرص، زړه سوي او لورېينې يادونه.
څلورمه: د خپل قبر په یو ځانګړي ډول زیارت کولو څخه منع کول سره لدې چې د هغه زيارت تر ټولو غوره عمل دی.
پنځمه: له زيات زيارت کولو څخه منع.
شپږمه: په کور کې نفلونو ته هڅونه.
اوومه: د هغوی په اند دا پخه خبره ده چې په قبرستان کې لمونځ نه کيږي.
اتمه: د هغه له لوري دا علت بيانول چې د يوچا درود او سلام هغه ته رسيږي که څه هم لېرې وي؛ نو د هغه څه اړتيا نشته چې د نېږدې والي د ارادې ګمان يې کيږي.
نهمه: دا چې هغه -صلی الله عليه وسلم- په برزخ کې په داسې حال کې دی چې د خپل امت له اعمالو درود او سلام پر هغه وړاندې کيږي.
باب دی په بيان د دې کې چې د دغه امت ځينې به بُتان لمانځي.
او د الله تعالی دا قول: آيا هغه خلک دې نه دي ليدلي چې د کتاب يوه برخه ورکړل شوې ده خو هغوی بيا هم په سحر او شیطان او باطل معبود باور کوي. د النساء سورت: ۵۱ آيت.
او دا قول يې: ورته وايه: آيا هغه خلك دروښيم چې د الله پر وړاندې د جزا له مخى لدې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى. د المائدة سورت: ۶۱ آيت
او دا قول يې: هغه كسان چې د دوى پر كار برلاسي شوي وو، وويل: هرومرو به يو عبادت ځای پرې جوړوو. د الکهف سورت: ۲۱ ايت.
له ابو سعيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو به هرومرو د هغو خلکو پل پر پل پيروي وکړئ چې له تاسو مخکې وو، تردې که هغوی د خادمۍ غار ته ننوتلي وي تاسو به هم ننوځئ
هغوی وويل: اې د الله رسوله! يهود او نصارا ښيې؟
هغه وفرمايل: هو نو بل څوک؟ دغه روايت بخاري او مسلم روايت کړی.
او د مسلم په روايت کې له ثوبان رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پرته له شکه الله ماته ځمکه راټوله کړه تردې چې د هغې ختيځې او لوېديځې برخې مې وليدلې، او زما د امت پاچايي به تر هغو برخو رسيږي چې ماته راټولې کړل شوې وې.
او ماته دوې زېرمې راکړل شوې:د روم او فارس خزانې .
او ما مې له پالونکي څخه د امت لپاره وغوښتل چې هغوی په وچکالۍ تباه نه کړي او پر هغوی له خپلو ځانو پرته بل دښمن مسلط نه کړی چې له بېخه يې وباسي.
او پرته له شکه پالونکي مې وويل: اې محمده! کله چې کومه پرېکړه وکړم؛ نو هغه نه رديږي، او ما ستا امت ته دا ورکړي چې هغوی به په وچکالۍ نه تباه کوم، او پر هغوی به له هغوی پرته بل داسې دښمن نه مسلطوم، چې له بېخه يې وباسي، او که څه هم له هر طرفه پرې را ټول شي، آن تردې د هغوی ځينې به ځينې سره وژني او ځينې به يې ځينې بنديانوي.
برقاني په خيل صحيح کې روايت کړی او زياته کړې يې ده: او پرته له شکه زه مې د خپل امت په اړه له لارورکوونکو امامانو څخه وېرېږم، او کله چې پرهغوی توره را پرېوته تر قيامته به ترې پورته نه کړل شي، او قيامت به تر هغه رامنځته نه شي چې ترڅو زما د امت يوه ډله له مشرکانو سره يوځای نه شي او زما د امت يو ټولی بتان ونه لمانځي، او زما په امت کې به دېرش درواغجن وي، هر يو به ګمان کوي چې ګواکې دی نبي دی، خو زه ترټولو وروستی نبي يم له ما وروسته بل نبي نشته، او زما له امته به تل يوه په حق ډله بريالۍ وي، څوک يې چې مرسته پرېږدي هغوی ته زيان نه شي رسولای تردې چې د الله تبارک و تعالی امر راشي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د النساء د ايت تفسير
دويمه: د المائده د ايت تفسير
درېيمه: د الکهف د ايت تفسير
څلورمه: او دغه يې تر ټولو مهمه ده چې پر جبت او طاغوت د ايمان راوړلو معنا
پدې ځای کې څه ده؟
آيا هغه د زړه باور دی؟
او که د څښتنانو موافقت يې دی، سره له دې چې له هغې سره به کينه او د هغې د بطلان پېژندنه وي.
پنځمه: د هغوی دا وينا: چې هغه کافران کوم چې خپل کفر پېژني له مؤمنانو زيات لارموندونکي دي.
شپږمه: او د کومې چې وضاحت مطلوب دی هغه دا چې په دغه امت کې به داسې څه پېښيږي لکه د ابوسعيد په حديث کې چې راغلي دي.
اوومه: د هغې د رامنځته کېدو په ډاګه کول، معنا دا چې د دغه امت په ډېرو ډلو کې به د بُتانو لمانځنه کيږي.
اتمه: تر ټولو حيرانوونکې دا ده چې مختار غوندې څوک به د نبوت دعوی کوي چې د شهادت کلمې هم وايي او دا هم په ډاګه کوي چې له همدغه امت څخه دی، او وايي چې رسول حق او قرآن حق دی او په دې کې دا هم دي چې محمد وروستی د رسولانو دی، او له دې سره په دې ټولو کې دی رښتونی ګڼل کیږي سره لدې چې څرګند ټکر دی، او مختار د صحابه و په وروستۍ زمانه کې را پيداشو او ډېر شمېر خلکو يې پيروي وکړه.
نهمه: د دې خبرې زېری چې حق په يو مخ له منځه نه ځي لکه څنګه چې مخکې له منځه تللی و، بلکې تل به يوه ډله پرې ولاړه وي.
لسمه: لويه نخښه يې داده سره لدې چې هغوی لږ دي خو بيا هم چې څوک شا ور ګرځوي او مخالفت يې کوي زيان نه شي ورته رسولی.
يوولسمه: دا چې دغه شرط به د قيامت تر ورځې وي.
دولسمه: هغه لويې نښې چې په دغه کې دي له هغو څخه: يوه يې دا ده چې الله هغه لره د ختيځ او لوېديځ برخې سره راټولې کړې او د دغه پر معنا يې خبر کړ، همغه ډول رامنځته شول لکه څنګه يې چې خبر کړی و، په خلاف د شمال او جنوب، او پر دې يې خبرول چې دوې زېرمې ورکړل شوي دي، او د خپل امت په حق کې يې دوې دعاوې قبولې شوې او درېيمه نه، او د ځينو لخوا د ځينو پر تباه کولو او د ځينو لخوا د ځينو پر بندي کولو يې خبرول، د امت په اړه يې له لارورکوونکو امامانوڅخه وېرول، په دغه امت کې د درواغو د نبيانو په پيداکېدلو يې خبرول، او د بریالۍ ډلې پر پاتې کېدلو يې خبرول، او دا همغسې رامنځته شول لکه څنګه يې چې خبر ورکړی و، سره له دې چې هره يوه يې له عقلي پلوه لېرې وه.
ديارلسمه: د خپل امت په اړه له لارورکوونکو امامانو څخه په ځانګړي وېرول.
څوارلسمه: د بُتانو د عبادت پر معنا خبرول.
باب دی په بيان د کوډو کې.
او د الله تعالی وينا: اوپرته له شکه هغوی پوه شول چې څوک هغه اخلي هغو لره په آخرت کې هيڅ برخه نشته. د البقرة سورت: ۱۰۲ ايت
او د هغه وينا: پر جبت(سحر) او طاغوت(شیطان) باور لري د النساء سورت: ۵۱ ايت
عمر وايي: جبت کوډې او طاغوت شيطان دی
او جابر وايي: طواغيت هغه غيب ويونکي دي چې شيطانان ورته راځي، په هره قبيله کې يو وي.
له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له اوو تباه کوونکو څخه ځان وساتئ.
هغوی وويل: اې د الله رسوله! هغه څه دي؟
هغه وفرمايل: له الله سره شريک نيول، کوډې، د هغه چا وژل چې له حق پرته يې الله وژل ناروا کړي وي، د سود خوړل، د يتيم مال خوړل، د جنګ له ډګره تېښته، پر بې خبره پاک لمنو مېرمنو تور لګول.
او له جندب څخه مرفوع روايت دی: د کوډګر جزا په توره وهل دي. ترمذي روايت کړی او وايي: صحيح دی خو موقوف دی.
او بخاري کې له بجالة بن عبده څخه روايت دی وايي: عمربن الخطاب وليکل چې هر کوډګر او کوډګره ووژنئ، وايي: نو موږ درې کوډګر ووژل.
له حفصې څخه صحيح روايت دی چې هغې د خپلې يوې داسې مينځې د وژلو امر وکړ چې کوډې يې پرې کړې وې، نو هغه ووژل شوه.
او همدارنګه له جندب څخه صحيح روايت دی.
احمد د نبي - صلی الله عليه وسلم - له دريو صحابه وو څخه په روايت کولو ويلي دي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د البقره سورت د آيت تفسير
دويمه: د النساء سورت د آيت تفسير
درېيمه: د جبت او طاغوت تفسير او ترمنځ يې توپير
څلورمه: دا چې طاغوت کله له پېريانو څخه وي او کله له انسانانو څخه.
پنځمه: دمنعې اړوند د ځانګړو اوو تباه کوونکو پېژندنه.
شپږمه: دا چې کوډې کوونکی ته به کافر ویلی شي.
اوومه: دا چې هغه به وژل کيږي توبه به يې نه منل کيږي.
اتمه: په مسلمانانو کې د دغه شتون د عمر په زمانه کې و؛ نو په وروستیو کې به څنګه وي.
باب دی په بيان د هغه شي کې چې د سحر نوعه ده.
احمد وايي: د جعفر زوی محمد له عوف څخه، هغه حيان بن العلاء، هغه له قطن بن قبيصة او هغه يې له پلار څخه روايت کوي چې هغه له نبي صلی الله عليه وسلم څخه اورېديلي چې فرمايل يې: چې عیافة، طرق او طيرة د جبت له ډلې څخه دي.
عوف وايي: عيافة د بد پالۍ پر بنسټ د مرغانو شړل دي او طرق هغه ليکه ده چې په ځمکه کې اېستل کيږي.
او جبت:
حسن وايي: د شیطان غږ دی.
سند يې سم دی د ابوداؤد، نسائي او له ابن حبان څخه په خپل صحيح مسند راغلی.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې له ستورو يوه برخه ترلاسه کړه(ناروا علم نجوم) هغه له کوډو څخه برخه ترلاسه کړه، څومره يې چې زياته کړه همدومره يې زياته کړه. ابوداؤد روايت کړی او سند يې صيح دی.
او په نسائي کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه حديث دی. چا چې غوټه وتړله بيا يې پکې پوکی وکړ؛ نو هغه کوډې وکړې، او چا چې کوډې وکړې هغه شرک وکړ، او چا چې يو څه پر ځان وتړل همغه ته به وسپارل شي.
او له ابن مسعود څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: آيا د عضه په اړه خبر در نه کړم؟ چې هغه چغل خوري او د خلکو ترمنځ د فساد پیدا کولو د پاره خبرو وړلو ته ويل کيږي. مسلم روایت کړی.
او هغوی دواړه له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ځينې بيان لکه کوډې داسې وي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د بخت ازمويلو په موخه مرغان الوځول، په ځمکه کې ليکې کشکول او بد پالي(تشاوم) کول له کوډو څخه دي.
دويمه: د العافیة، الطرق، او الطيرة تفسير.
درېيمه: دا چې د ستورو پوهه يو ډول کوډې دي.
څلورمه: دا غوټه له پوکي سره هم له دغو څخه دي.
پنځمه: دا چې چغل خوري هم له دغو څخه دي.
شپږمه: دا چې له دغو څخه ځينې فصيح بيان هم دی.
باب دی په بيان د غيب ويونکو او هغوی ته ورته خلکو کې(کهان د کاهن جمع ده کاهن هغه چا ته وایې چې شیطان ورته خبرې راوړي بیا دغه کاهن د هغې سره نورې سل درواغ خبرې یو ځای کړي او په خلکو کې یې خپروي).
مسلم په خپل صحيح کې د نبي صلی الله عليه وسلم له ځينو مېرمنو او هغو له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: څوک چې غيب ويونکي(د عراف تفسیر نزدې راروان دی) ته راشي، د څه په اړه پوښتنه ترې وکړي او د هغه وينا ومني د هغه به څلوېښت ورځې لمونځ نه قبليږي.
ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ويې فرمايل: څوک چې غيب ويونکي ته راشي او په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوي دي. ابوداؤد روايت کړی دی.
او څلور نورو او حاکم هم روايت کړی دی.
او ويلي يې دي: د هغوی دواړو له شرط سره سم صحيح دی. او ترې روايت دی چې څوک غيب ويونکي ته راشي، په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی شوي دي.
او ابو يعلی
په جيد سند سره له ابن مسعود څخه موقوفا دېته ورته روايت کوي.
او له عمران بن حصين رضي الله عنه څخه مرفوعا روايت دی: هغه څوک له موږ څخه ندی چې بد پالي نیسي او يا د هغوی لپاره بد پالي کيږي، يا پخپله کهانت کوي او يا د هغه لپاره کهانت کيږي، يا کوډې کوي او یا د هغه لپاره کوډې کيږي، او څوک چې غيب ويونکي ته راشي په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو هغه پر هغه څه کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله عليه وسلم- نازل کړل شوي دي. بزاز په ښه سند سره روايت کړی دی.
او طبراني په اوسط کې د ابن عباس حديث په حسن اسناد سره روايت کړی پرته لدې وينا څخه چې: څوک غيب ويونکي ته راغی... تر پایه.
بغوي وايي: عراف: هغه څوک دی چې په سریزو د کارونو د معلومولو دعوی کوي د یو غلا شوي شی یا د غلا ځای او داسې نورو شیانو د معلومولو د پاره په دغه سریزو ښودنه کوي.
او ويل شوي: عراف کاهن دی او کاهن هغه څوک دی چې په راتلونکي کې د پټوخبرو په اړه خبر ورکوي.
او ويل شوي: چې هغه څوک دی چې د زړه د خبرو په اړه خبر ورکوي.
او ابوالعباس بن تيمیه وايي: عراف: د کاهن، نجومي، رمال او دېته ورته خلکو نوم دی، کوم چې په دغه ډول د چارو د پېژندګلوۍ خبرې کوي.
او ابن عباس د هغه قوم په اړه چې ابجد ليکي او په ستورو کې ګوري وايي: زه فکر نه کوم چې څوک دغه کار کوي هغه به د الله په وړاندې کومه برخه ولري.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: دا چې د کاهن خبره منل له قرآن سره په باور لرلو نه يوځای کيږي.
دويمه: دا خبره په ډاګه کول چې دا کار کفر دی.
درېيمه: د چا لپاره چې غيب ويل کيږي د هغه يادونه.
څلورمه: د هغه چا يادونه چې په اړه یې بد پالي(تشاوم) کیږي.
پنځمه: د هغه چا يادونه چې کوډې ورلره کيږي.
شپږمه: د هغه چا يادونه چې ابجد زده کوي.
اوومه: د عراف او کاهن تر منځ د توپير يادونه.
باب دی په بيان د هغه څه کې چې د کوډو د اېستلو په اړه راغلي.
له جابر رضي الله عنه څخه روايت دی: چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د کوډو اېستلو په اړه وپوښتل شول؛ نو هغه وفرمايل: هغه هم د شيطاان عمل دی. احمد او ابوداؤد په سم سند روايت کړی او وايي: احمد د هغو په اړه وپوښتل شو؛ نو ويې فرمايل: ابن مسعود دا هرڅه بد ګڼل.
په بخاري کې له قتاده څخه راغلي: چې ما ابن مسيب ته وويل: پر يوسړي کوډې شوې وي او له ښځې بند کړل شوی وي ايا له هغه څخه کوډې لېرې کول روا دي.
هغه وفرمايل: څه پروا نه کوي، ځکه له دې څخه موخه اصلاح ده؛ نو پر کوم څه چې ګټه رسول کيږي؛ نو له هغه څخه منع نه ده شوې. پای.
او له حسن څخه روايت کيږي چې هغه وفرمايل: کوډې يوازې کوډګر له منځه وړای شي.
ابن قيم وايي: نشره: له هغه چا څخه چې کوډې پرې شوې د کوډو له منځه وړلو ته وايي چې په دوه ډوله دي.
يو يې: د کوډو په کوډو له منځه وړل دي(د سحر علاج په سحر)، چې هغه د شیطان کار دی، او د حسن له وينا څخه همدغه موخه ده، چې کوډې کوونکی او کوډې غوښتونکی په هغه څه شيطان ته ځان نېږدې کوي کوم چې شیطان خوښوي؛ نو خپل عمل له هغه چا څخه باطلوي چې کوډې پرې شوې وي.
دویم: په دم، او شرعي تعويذونو، دوایانو او مباحو دعاوو د کوډو له منځه وړل دي چې دغه روا دي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د کوډو(د سحر علاج په سحر سره) څخه منع.
دويمه: د منع شوي او روا شوي ترمنځ توپير چې ستونزه له منځه وړي.
باب دی په بيان د بد پالۍ کې .
او د الله تعالی وينا: خبر اوسئ چې د هغوى سپیره والی له الله سره و، خو زياتره يې نه پوهيږي. د الأعراف سورت: ۱۳۱ ايت
او د هغه وينا: وېلې: ستاسو بد پالي نیول تاسې سره ده، ايا (په دې كې سپیره والی دی) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسې خپله زياتى كوونكي ياست. د یس سورت: ۱۹ ايت
او له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د یو مریض څخه مرض پخپل طبعیت روغ ته نه انتقالیږي، نه سپیره والی شته(تشاوم)، نه د مرغه الوزول کوم اغېز لري او نه دصفر مياشتې کې سپیره والی سته. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
مسلم لا دا هم زياته کړې: چې نه نوء (د ستوري له امله باران شته او نه غول يعني خيالي ځناور(شیطانان او پیریان د الله د ذکر سره څوک نه شي هلاکولای).
او هغوی دواړو لره له انس څخه روایت دی چې ويلي دي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه د ناروغۍ لېږد شته پخپل طبیعت)، نه سپیره والی شته او فال مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی وي.
هغه وفرمايل: ښه خبره.
او ابوداؤد لره له عقبة بن عامر څخه روايت هغه وايي: د رسول الله په وړاندې بد پالي نیول ياد کړل شو؛ نو هغه وفرمايل: ښه يې فال دی او مسلمان نه شي واپس کولای، کله چې يو له تاسو داسې څه وويني چې نه يې خوښيږي؛ نو ودې وايي: اې الله يوازې ته نېکۍ راولې اويوازې ته بدۍ له منځه وړې، او نشته ګرځیدل له بدیو او نشته طاقت په خوښیو مګر ستا په مدد.
او له ابن مسعود څخه مرفوعا روايت دی: په شیانو سپیره والی نیول شرک دی، په شیانو سپیره والی نیول شرک دی، او هيڅ شی داسې نشته مګر چې الله يې پر بروسه(په الله اعتماد کول) له منځه وړي. ابوداؤد او ترمذي روايت کړی او صحيح يې بللی، او پای يې د ابن مسعود وينا ګرځولې.
او احمد لره د ابن عمر په حديث کې دي: (څوک چې بد فال نیونې له خپل حاجت څخه را وګرځاوه؛ نو هغه شرک وکړ) هغوی وويل: د دغه کفاره څه ده؟ هغه وفرمايل: دا چې ووايې: اې الله ستا له خير پرته بل خير نشته، ستا له سپیره والي پرته بل سپیره والی نشته او له تا پرته بل څوک په حقه اله نشته.
او هغه لره د الفضل بن عباس رضي الله عنهما په حديث کې دي: بد پالي نیول(چې یو شی وګورې او یا څه واورې) دې ته وایې: چې تا يوڅه ته بوځي او يا دې راوګرځوي.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الله پر هغه وينا تنبيه: (چې د هغوی سپیره والی د الله سره دی) او هغه وينا: (ستاسو بد پالي نیول ستاسو سره ده).
دويمه: ساري ناروغي نشته(مرض د ناروغ څخه روغ ته پخپل طبیعت نه نقلیږي، بلکه د الله تعالی په اذن نقلیږۍ).
درېيمه: د یو شي په اوریدلو یا لیدلو بد پالي(تشاوم) نشته.
څلورمه: هامه یو مرغه دی دشپې ګرځي د جاهلیت والاو عقیده وه چې هامه مرغه به د چا په کور کښیناسته ویل به یې دې کور کې به غم پیښیږي یعنی په دې مرغه به یې بد پالي نیوله(اسلام دغه عقیده باطله کړه).
پنځمه: صفر میاشت کې هم سپیره والی مشته.
شپږمه: پال طیره نه ده، بلکې پال مستحب دی.(لکه مریض ته اواز وکړې په یا سالم تفاولا).
اوومه: د نېکفالۍ تفسير.
اتمه: دا چې په زړنو کې له دغه څخه د څه واقع کېدل سره لدې چې ښه يې نه ګڼي، څه زيان نه رسوي، بلکې الله يې په توکل سره له منځه وړي.
نهمه: د هغه څه يادونه چې څوک يې احساس کړي ويې وايي.
لسمه: د دې خبرې په ډاګه کول چې بد پالي نیول شرک دی.
يوولسمه: د تشاوم(چې څه ووینې یا یې واورې او په هغې بد پالي ونیسې) تفسير.
باب دی په بيان د نجومۍ کې(ناروا علم د ستورو).
بخاري په خپل صحيح کې وايي: قتاده ويلي دي: الله دغه ستوري د دريو موخو لپاره پيداکړي دي: د اسمان ښکلا، د شيطانانو وېشتل، داسې نښې چې لارښوونه پرې کيږي، نو څوک چې له دې پرته بل څه تاويل پکې وکړي، تېروتنه يې وکړه او خپله برخه يې ضايع کړه او د هغه څه تکلف يې وکړ چې پوهه يې نه لري. پای.
قتاده د سپوږمۍ د منزلونو پوهه مکروه ګڼلې ده، ابن عيينه يې اجازه نده ورکړې، دا خبره حرب له هغوی دواړو ياده کړې ده.
د منزلونو د پوهې په اړه احمد او اسحاق اجازه ورکړې ده.
او له
ابوموسی څخه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: درې کسان به جنت ته داخل نه شي: په شرابو روږدی، د خپلوۍ پرې کوونکی او د کوډو تصديقوونکی. احمد او ابن حبان په خپل صحيح کې روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د ستورو په پيدايښت کې حکمت.
دويمه: پر هغه چا رد څوک چې له دغه پرته د بل څه ګومان کوي.
دریمه: د منزلونو د پوهې په ترلاسه کولو کې د اختلاف يادونه.
څلورمه: د هغه چا لپاره د سزا ژمنه چې د کوډو تصديق کوي، که چېرې پر دې پوه شي چې هغه باطل دي.
باب دی په بيان د باران غوښتلو د سپوږمۍ په منزلونو(زجر هغه چاته چې د باران نسبت کوۍ د سپوږمۍ منزلونو ته).
او د الله تعالی وينا: او ګرځوئ خپل شرک وایاست:چې د فلاني فلاني ستوري په وجه باران وشو. د الواقعة سورت: ۸۲ ايت.
او له ابومالک اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څلور شيان زما په امت کې دي چې د جاهليت له چارو څخه به وي او پرې به يې نږدي؛ پر حسبونو وياړ، په نسبونو کې پيغور ورکول، د ستورو په مرسته د باران غوښتل او پر مړو ژړا (چغې وهل).
او ويې وفرمايل: پر مړو ژړا کوونکې که له مرګ مخکې توبه ونه باسي، د قيامت په ورځ به په داسې حال کې را پاڅول کيږي چې پر هغوی به يو کميس د ولې شوو ميسو او بل به (د سکیبیس خارښ)ناروغۍ غوندې ډال وي. مسلم روايت کړی.
او هغوی دواړه له زيد بن خالد رضي الله عنه څخه روايت کوي چې فرمايل يې: رسول الله صلی الله عليه وسلم په حديبيه کې موږ ته د سهار لمونځ وختي راکړ، کله يې چې مخ وګرځوئ، خلکو ته يې مخ کړ او ويې فرمايل: آيا تاسو پوهېږئ چې پالونکي مو څه وويل؟ هغوی وويل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، هغه وفرمايل: زما له بندګانو به يو پر ما کافر او بل مؤمن ګرځي، چا چې وويل: د الله پر پېرزوينه او لورېينه را باندې و اورېدل، نو هغه پر ما مؤمن او ستورو کافر دی، او چا چې وويل: پرموږ د دغه او دغه ستوري له امله و اورېدل، هغه پر ما کافر او ستوري مؤمن دی.
او هغوی دواړو لره
د ابن عباس حديث په همدغه معنا دی او پکې راغلي: ځينو وويل: پرته له شکه دغه او دغه ستوري رېښتيا وويل؛ نو الله دغه ايتونه نازل کړل. نو زه د ستورو پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم. او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دی. چې حقيقتاً دا يو عزتمن قرآن دی. چې يو پټ ساتل شوی كتاب كې دى. هغه ته دې پرته له پاکو بل څوك لاس نه وروړي(ملایک په لوح محفوظ کې). د رب العالمين له خوا نازل شوى دى. ايا نو تاسې د دې خبرې (قرآن) سپك ګڼونكي ياست؟ او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ. د الواقعة سورت: ۷۵- ۸۲ ايتونه.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الواقعة ايت تفسير.
دويمه: د جاهليت د زماې د څلورو شيانو يادونه.
درېيمه: په ځينو شيانو کې د کفر يادونه.
څلورمه: ځينې کفر داسې وي چې له ملت څخه پرې نه اېستل کيږي.
پنځمه: د هغه دا وينا: زما ځينې بندګان پر ما مؤمن او ځينې کافر شول د نعمت د نزول له امله.
شپږمه: په داسې ځای کې ايمان ته ځيرکتيا.
اوومه: په داسې ځای کې کفر ته ځيرکتيا.
اتمه: د هغه دغه وينا ته ځيرکتيا ( دغه او دغه ستوري رېښتيا وويل)
نهمه: د عالم له لوري متعلم ته د پوښتنې په طریقه مسئله اېستل او د هغې په اړه پوښتنه کول؛ د هغه د وينا له امله: آيا تاسې خبر ياست چې پالونکي مو څه وويل؟.
لسمه: پر مړي ژړا کوونکې لپاره د سزا ژمنه.
باب دی په بيان د الله تعالی د وينا کې: او ځينې خلک داسې دي چې له الله پرته نور سيالان داسې نيسي چې له هغوی سره داسې مينه کوي لکه له الله سره مينه. د البقرة سورت: ۱۶۵ ايت.
او د هغه وينا: ورته ووايه: كه پلرونه مو، زامن مو، وروڼه مو، مېرمنې مو، خپل خپلوان مو، هغه مالونه چې ګټلي مودي، هغه سوداګري چې تاسو يې له سړېدو وېريږئ او هغه كورونه مو چې (ډېر) يې خوښوئ، تر الله، رسول يې او د هغه په لار كې تر جهاد كولو درته غوره وي؛ نو بيا تر هغه صبر وكړئ چې الله خپله پرېکړه درته راوړي او الله فاسقانو ته لارښوونه نه كوي. د التوبة سورت: ۲۴ ايت.
له انس څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تر هغه ستاسو د يوه ايمان نه دی بشپړ چې له ما سره يې تر خپل زوی پلار يې او ټولو خلکو زياته مينه نه وي. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
او هغوی دواړو لره له انس څخه روايت دی چې ويې ويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: درې شيان داسې دي چې په چا کې وي هغه به د ايمان خوند ومومي: دا چې الله او د هغه رسول هغه ته تر ټولو محبوب وي، او له چا سره چې مينه کوي يوازې د الله لپاره يې وکړي، او دا چې کفر ته ورګرځېدل؛ چې الله يوځل ترې ژغورلی وي داسې بد وګڼي لکه څوک چې په اور کې غورځېدل بد ګڼي.
او په يو روايت کې دي: له تاسو يو هم تر هغه د ايمان خوند نه شي موندلی ترڅو..... تر پایه.
او له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: څوک چې د الله لپاره مينه کوي، د الله لپاره کينه کوي، او د الله لپاره دوستي کوي او د الله لپاره دښمني کوي، هغه به پر دغه سره د الله دوستي ترلاسه کړي، او هيڅ بنده به د ايمان خوند ونه مومي که څه هم لمنځونه او روژې يې زياتې شي، تر څو داسې نه وي شوي، او د خلکو تر منځ عامه ورورګلوي د دنيوي چارو له امله ګرځېدلې ده او دغه يې څښتن ته هيڅ ګټه نه رسوي. دغه روايت ابن جرير روايت کړی دی.
او ابن عباس د الله تعالی په دغه وينا کې فرمايي:( او له هغوی اسباب پرې شول) وايي: مينه.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د البقرة سورت د ايت تفسير.
دويمه: د براءة ايت تفسير.
درېيمه: د ځان، کورنۍ او مال څخه له رسول صلی الله عليه وسلم سره د زياتې مينې واجبوالی.
څلورمه: د ايمان نفي له اسلام څخه پر وتلو دلالت نه کوي.
پنځمه: دا چې کله يو انسان د ايمان خوند احساسولای شي او کله يې نه شي موندلای.
شپږمه: د زړه هغه څلور اعمال چې يوازې پر هغو د الله دوستي ترلاسه کيږي او يوازې پر هغو د ايمان خوند ترلاسه کولای شي.
اوومه: د صحابي لخوا پر پېښه پوهېدل: چې عمومي ورورګلوي د دنيوي چارې پر بنسټ وي:
اتمه: د دغه ايت تفسير(چې اسباب ورباندې پرې شول)
نهمه: دا چې ځينې مشرکان له الله سره سخته مينه لري.
لسمه: د هغه چا لپاره د سزا ژمنه چې هغه اته شيان له خپل دين څخه ورته محبوب وي.
يوولسمه: دا چې څوک داسې سيال نيسي چې د هغه مينه د الله له مينې سره برابروي؛ نو دا شرک دی.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه ( چې فرمایې). دا خو يوازې شيطان دی چې خپل دوستان وېروي؛ نو تاسو له هغوی مه وېرېږئ او له ما وډار شئ که چېرې مؤمنان ياست. د آل عمران سورت: ۱۷۵ ايت.
او د هغه وينا: بېشکه جوماتونه خو هغه څوک ودانوي چې پر الله د آخرت په ورځ باور لري، بشپړه لمونځ کوي، زکات اداکوي او يوازې له الله څخه وېريږي، همدوی هغه کسان دي چې له لار موندونکو څخه به وي. د التوبة سورت: ۱۸ ايت.
او د هغه وينا: او ځينې خلک هغه دي چې وايي موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله چې د الله په لار کې وځورول شي، د خلکو ازموينه د الله د عذاب غوندې ګڼي. د العنکبوت سورت: ۱۰ ايت.
له ابوسعيد رضي الله عنه څخه مرفوعا روايت دی: او له کمزوري باور څخه دا هم دي چې د الله د غصې په بدل کې خلک راضي کړې، او د الله پر روزۍ د هغوی ستاينه وکړې، پر هغه څه يې بد بيان کړې چې الله نه دي درکړي، بېشکه د الله روزي د حريص حرص نه شي راکشولی او نه يې د نه خوښوونکي ناخوښي ردولای شي.
او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې د الله رضا د خلکو په نارضا کولو سره ولټوله، الله به له هغه څخه راضي شي او خلک به ترې راضي کړي، او چا چې د خلکو خوښه د الله په ناخوښۍ سره ولټوله، الله به پرې غصه شي او خلک به پرې غصه کړي. ابن حبان په خپل صحيح کې روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د آل عمران د ايت تفسير:
دويمه: د براءة ايت تفسير.
درېيمه: د العنکبوت د ايت تفسير.
څلورمه: دا چې یقین(د زړه عمل) کمزوری او قوي کيږي.
پنځمه: د کمزورۍ نښانه يې او له هغې څخه دغه درې شيان هم دي.
شپږمه: دا چې د الله لپاره د وېرې ځانګړي کول له فرائضو څخه دي.
اوومه: د هغه چا د ثواب يادونه چې هغه يې ترسره کړي وي.
اتمه: د هغه چا د سزا يادونه چې نه يې وي ترسره کړي.
باب دی په بيان د الله تعالی ددې وينا کې: او يوازې پر الله بروسه وکړئ که مؤمنان ياست. د المائدة سورت: ۲۳ ايت
او د هغه وينا: پېشکه مؤمنان هغه کسان دي کله چې الله ياد کړل شي د هغوی زړونه په وېره شي او کله چې د هغه آیتونه پرې لوستل کيږي ايمان يې ور زياتوي او پر خپل پالونکي بروسه کوي. د الأنفال سورت: ۲ ايت.
او د هغه وينا: اې نبي! الله او له مؤمنانو دې چې چا پيروي کړې درته بسنه کوي. د الأنفال سورت: ۶۴ ايت.
او د هغه وينا: او چا چې پر الله بروسه وکړه؛ نو هغه ورلره بسنه کوي. د الطلاق سورت: ۳ ايت
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: الله زموږ لپاره بسنه کوي او غوره کار جوړوونکی دی. دغه خبره ابراهيم عليه السلام هغه مهال وکړه چې کله اور کې واچول شو، او محمد صلی الله عليه وسلم هغه مهال وويله کله چې هغوی ورته وويل: پرته له شکه خلک تاسو لره راټول شول؛ نو ترې وډار شئ، هغه يې لا ايمان زيات کړ او ويې ويل الله زموږ لپاره بسنه کوي او هغه غوره کارجوړوونکی دی. د آل عمرات سورت: ۱۷۳ ايت. هغه بخاري او نسائي روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: دا چې بروسه له فرائضو څخه ده.
دويمه: دا چې هغه د ايمان له شرطونو څخه ده.
درېيمه: د الانفال د ايت تفسير.
څلورمه: پای کې د ايت تفسير.
پنځمه: د الطلاق د ايت تفسير
شپږمه: د دغې کلمې د شان لوی والی، او دا چې دغه د ابراهيم عليه الصلاة والسلام او محمد صلی الله عليه وسلم ويناوې وې د سختيو په حالت کې.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه ( چې فرمایې). آيا هغوی د الله د پلان په اړه ډاډه دي، د الله د پلان په اړه يوازې تاواني خلک ډاډه کيږي. د الأعراف سورت: ۹۹ ايت.
او د هغه وينا: او څوک چې د خپل پالونکي له لورېينې نا هيلي کيږي هغه يوازې لارورکي دي. د الحجر سورت: ۵۶ ايت
او له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د لويو ګناهونو په اړه وپوښتل شو؛ نو ويې فرمايل: له الله سره شريک نيول، د الله له رحمت څخه نا هيلي کېدل او د الله د چل په اړه ډاډه کېدل.
او له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: تر ټولو لوی ګناهونه، له الله سره شريک نيول، د الله د چل د ځواب په اړه ډاډه کېدل، د الله له لورېينې نا هيلي کېدل(قنوط سخته نا امیدي)، او د الله له رخمت څخه نا اميده کېدل دي. عبدالرزاق يې روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د الأعراف د آيت تفسير
دويمه: د الحجر د ايت تفسير
درېيمه: د هغه چا لپاره د سختې سزا ژمنه چې د الله له مکر څخه بې پروا وي.
څلورمه: د نا هيلۍ په اړه په سختۍ سره د سزا ژمنه.
باب دی په بيان د دې مسئله کې چې په تقدیري مصیبتونو صبر کول په الله د ایمان څخه دی.
او دا قول يې: او څوک چې پر الله ايمان راوړي، هغه به يې د زړه لارښوونه وکړي او الله پر هرڅه ښه پوه دی. د التغابن سورت: ۱۱ ايت
علقمة وايي: دا هغه سړی دی چې مصيبت ورته ورسيږي؛ نو هغه پردې پوه شي چې دا د الله له لوري دی، پرې راضي شي او تسليم شي.
او په صحيح مسلم کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه شيان په خلکو کې د کفر له وخته دي: ( د یو چا ) نسب پسې سپکې سپورې ویل او پر مړي ژړا کول.
او هغوی دواړو لره له ابن مسعود څخه مرفوعا روايت دی. هغه څوک له موږ څخه ندي چې مخونه وهي، جامې څيروي او د جاهليت د زمانې په څېر چغې وهي ( ګوا کي په تقدیر اعتراض کوي).
او له انس رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې الله خپل بنده ته د خير اراده وکړي، په دنیا کې يې سزا په بيړه ورکوي، او کله چې د شر اراده ورته ولري، د ګناه په اړه يې نيونه نه کوي تردې چې د قيامت په ورځ يې سزا ورکړي.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي: بېشکه د سزا لوی والی د ازموينې له لوی والي سره وي، کله چې الله تعالی کوم قوم سره مينه ولري؛ نو امتحانات ورباندې راولي، څوک چې راضي شي هغه لره رضاء ده او څوک چې غصه شي هغه لره غصه ده. ترمذي حسن بللی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د التغابن د ايت تفسير
دويمه: دا چې دغه پر الله له ايمان څخه دی
درېيمه: په نسب کې طعن.
څلورمه: د هغه چا په اړه د سزا د ژمنې سختوالی چې په وير کې مخونه وهي، ګرېوانونه څيري او جاهليت د زمانې بلنه کوي.
پنځمه: د الله د خپل بنده لپاره د خير د ارادې نښانه.
شپږمه: او د الله د هغه لپاره د شر د ارادې نښانه.
اوومه: د بنده لپاره د الله د مينې نښانه.
اتمه: د غصې حراموالی.
نهمه: پر ازموينه د رضاء کېدلو ثواب.
باب دی په بيان د ریاء کې(خپلې نیکۍ خلکو ته خودل د مدح د جلبولو د پاره).
او د الله تعالی وينا: ووايه پرته له شکه زه ستاسو غوندې يو بشر يم وحي راته کيږي، ستاسو الله يو الله دی، څوک چې له خپل پالونکي سره د مخامخ کېدلو اميد لري؛ نو ښه کار دې وکړي او د خپل پالونکي په عبادت کې دې هيڅوک هم نه شريکوي. د الکهف سورت: ۱۱۰ ايت
او له أبي هريرة نه مرفوع روايت شوی: الله تعالی فرمايي: زه له ټولو شريکانو بې پروا يم، چاچې داسې عمل وکړ چې په هغو کې يې له ما سره بل څوک شريک کړ، زه به هغه او شرک يې سره پرېږدم. مسلم روايت کړی.
او له ابوسعيد څخه مرفوعا روایت دی: آيا زه تاسو پر هغه څه خبر نه کړم چې ستاسو په حق کې زما لپاره تر مسيح دجال هم ډېر ډاروونکي دي.
هغوی وويل: ولې نه اې د الله رسوله! هغه وفرمايل: پټ شرک، يوسړی به دريږي لمونځ به کوي، نو لمونځ به له دې امله ډېر ښه کوي چې کوم سړی چې ورته ګوري هغه يې ويني. احمد روایت کړی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د الکهف د ايت تفسير
دويمه: تر ټولو لوی شی چې نېک عمل ردوي هغه دا چې کله له الله پرته د بل چا لپاره څه پکې داخل شي.
درېيمه: د دغه لپاره د واجبوونکي لامل يادونه چې هغه د غنا (بې پروايۍ) بشپړوالی دی.
څلورمه: دا چې له لاملونو څخه: يې دا دی چې هغه غوره د شريکانو دی.
پنځمه: د نبي صلی الله عليه وسلم پر خپلو صحابه وو د ځان ښودنې څخه وېره.
شپږمه: دا چې دغه يې پر دې سره تفسير کړ چې يوڅوک به د الله لپاره لمونځ کوي، خو هغه به ډېر ښه کوي ترڅو يې هغه څوک وويني چې ورته ګوري.
باب دی په بیان د شرک کې:کله چې یو انسان په دیني عمل صرف د دنیا اراده ولري
او د الله تعالی وينا کې: څوک چې د دنيا ژوند او د هغې ښکلا غواړي؛ نو په دنيا کې به يې د عملونو بدله بشپړه ورکړو او له هغوی به هيڅ هم کم نه کړای شي. همدوی هغه کسان دي چې په آخرت کې به يوازې هغوی لره اور وي او څه يې چې پکې کړي دي هغه به بابېزه شي او څه يې چې کول هغه به باطل وي. د هود سورت: ۱۵- ۱۶ ايتونه
په صحيح کې له ابوهريره څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دينار بنده دې تباه شي او د درهم بنده دې تباه شي.
د ښکلو جامو بنده دې تباه شي.
د لباس(خمیصه او خمیله جامو ته وایې نوعې یې بدلې دي) بنده دې تباه شي.
که ورکړل شي خوشحاليږي، که ورنه کړل شي په غصه کيږي، تباه دې شي او سرچپه دې شي او کله چې په ستونزه کې ګير شي نه دې ترې خلاصيږي.
خوښي ده د هغه بنده لپاره چې د الله په لار کې د خپل آس قيضه نيوونکی وي، سر يې ببر او پښې يې سپېرې وي.
که په پېره کې وي نو په پېره کې وي.
او که په کتار کې وي نو په کتار کې وي.
که اجازه وغواړي، اجازه نه ورکول کيږي، که سپارښتنه وکړي، سپارښتنه يې نه منل کيږي.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د انسان لخوا د آخرت په عمل د دنيا اراده لرل.
دويمه: د هود د آيت تفسير.
درېيمه: د مسلمان انسان د دينار، درهم او ښکلو جامو پر بنده نومول.
څلورمه: د دغه تفسير په دې سره چې که هغه ته څه ورکړل شي، راضي وي او که ورنه کړل شي، غصه کيږي.
پنځمه: د هغه وينا: (( تباه او سرچپه دې شي))
شپږمه: د هغه وينا: (( او که اغزی پکې لاړ شي ورڅخه دې ونه ایستل شي )).
اوومه: د هغه مجاهد ستاینه چې پر دغو صفتونو متصف وي.
باب دی په بيان د دې کې چې که څوک د علماوو او مشرانو(حکمرانانو) پيروي په هغه څه کې کوي چې الله حلال کړي وي هغوی يې حراموي او هغه څه حلالوي چې الله حرام کړي وي، نو هغوی یې له الله پرته تشریع جوړوونکي مالکان د حل او د حرمت ونیول.
او ابن عباس فرمايي: نېږدې ده چې پر تاسو به له اسمانه ډبرې را واوريږي، زه وايم رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي، او تاسو واياست ابوبکر او عمر ويلي دي.
او احمد بن حنبل ویلي: هغو خلکو ته حيران يم چې اسناد او د هغه صحت ورته معلوم وي، خو بيا هم د سفيان رايه خپلوي، الله تعالی فرمايي: هغه خلک دې ووېريږي چې د هغه د امر(د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د حکم) مخالفت کوي چې هغوی ته دې کومه فتنه ورسيږي(مشرک به شي) او يا دردوونکی عذاب ورته ورسيږي. د النور سورت: ۶۳ ايت. آيا پوهېږې چې فتنه څه ده؟ فتنه: شرک دی، کېدای شي کله چې د هغه ځينې وينا رد کړي، په زړه کې به يې څه کوږوالی راشي؛ نو تباه به شي.
له عدي بن حاتم څخه روايت دی: چې نبي صلی الله عليه وسلم دغه ايت لوستلو. هغوی خپل علماء او پیران تشریع جوړوونکي نیولي وو پرته د الله څخه او مسیح زوی د مريمې هم، او هغوی ته يوازې د يو الله د لمانځلو امر شوی و نشته لایق د عبادت مګر هغه ذات(الله) هغه پاک دی د شریکانو څخه . د التوبة سورت: ۳۱ ايت. ما ورته وويل: موږ خو د هغوی عبادت نه کوو.
هغه وفرمايل: آيا هغوی هغه څه نه حراموي چې الله حلال کړي دي؛ نو تاسو يې حرام ګرځوئ او هغه څه حلالوي چې الله حرام کړي دي؛ نو تاسو يې حلال ګرځوئ.
نو ما وويل: ولې نه.
هغه وفرمايل: خو همدغه يې عبادت دی. احمد او ترمذي روايت کړی او حسن يې بللی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د النور د آيت تفسير.
دويمه: د براءة د ايت تفسير.
درېيمه: د هغه عبادت پر معنا تنبيه چې عدي بد ګڼلی دی.
څلورمه: د ابن عباس مثال ورکول په ابوبکر او عمر سره، او د احمد مثال ورکول په سفيان سره.
پنځمه: د حالاتو دغې پايلې ته راګرځېدل، تردې چې د ډېری خلکو په اند د مذهبي لارښوونکو لمانځل ترټولو د غوره کارونو څخه دي، ولايت او د مذهبي لارښوونکو عبادت ته پوهه او فقه ويل کيږي، بيا حالات دېته بدل شول چې له الله پرته د نېکانو عبادت کېدی، او پر دويمه معنا لمانځل کيږي کوم چې له ناپوهانو څخه دي.
باب دی په بيان د الله تعالی د وينا کې: آيا هغه دې نه دي ليدلي چې ګومان كوي په هغه څه يې ايمان راوړى دى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي خو غواړي چې د پرېكړې لپاره باطل معبود ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوی چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) په لرې بې لاريتوب سره. او چې ورته وويل شي د الله رالېږلې خبرې ته راشئ اود رسول په لوري، نو منافقان به وينې چې له تانه په كلكه ډډه كوي. نو بيا به څنګه وي چې په خپلو لاسو وړاندې لېږلي عمل له امله يو مصيبت ور ورسيږي، بيا درته راشي په الله به قسمونه كوي چې موږ خو له ښېګڼې او جوړښت پرته بل څه نه غوښتل. د النساء سورت: ۶۰- ۶۳ آيتونه.
او د هغه وينا: او کله چې هغوی ته وويل شي په ځمکه کې ورانکاري مه کوئ، هغوی وايي موږ يوازې اصلاح کوونکي يو. د البقرة سورت: ۱۱ آیت.
او د هغه وينا: او په ځمکه کې د هغې له اصلاح وروسته ورانکاری مه کوئ او هغه (الله) په وېره او هيله رابولئ، بېشکه د الله لورېينه نېکانو ته نېږدې ده. د الأعراف سورت: ۵۶ آيت.
او د هغه وينا: آيا هغوی د جاهليت پرېکړه لټوي، او د هغو خلکو لپاره چې باور لري له الله زيات د ښې پرېکړې والا څوک دی؟. د المائدة سورت: ۵۰ آيت.
له عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له تاسو يو هم تر هغه بشپړ ايمان نه شي راوړی تر څو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولې چې زه ورسره راغلی يم.
نووي وايي: دغه حديث صحيح دی، په کتاب الحجة کې مو په صحيح اسناد سره روايت کړی دی.
او شعبي وايي: د يو منافق او يو يهودي سړي تر منځ شخړه وه.
نويهودي وويل: محمد-صلی الله علیه و سلم- ته پرېکړه وړو.
هغه پوه و چې هغه بډې (رشوت) نه اخلي.
او منافق وويل: يهودي ته خپله پرېکړه وړو، ځکه هغه پوهېدی چې هغوی رشوت (بډې) اخلي.
نو دواړه په دې يوه خوله شول چې په جهينيه کې يوه غيب ويونکي ته راشي، هغه ته يې پرېکړه راوړه، نو دغه آيت نازل شو چې ايا ته هغوی نه وينې چې ګمان کوي. د النساء سورت: ۶۰- ۶۲ آيتونه.
ويل شوي: دغه آيت د هغو دوو کسانو په اړه نازل شو چې سره شخړه يې وه، يوه يې وويل: نبي - صلی الله عليه وسلم - ته خپله قضيه وړو، بل وويل: کعب بن اشرف ته يې وړو، بيا دواړو عمر ته قضيه يوړه؛ نو يوه يې کيسه ورته بيان کړه.
نو هغه ته يې وويل چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم راضي نه و: آيا همداسې ده.
هغه وويل: هو؛ نو هغه په توره وواهه او ويې واژه.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د النساء د آيت تفسير او په هغو کې چې د طاغوت په اړه په پوهېدو کې کومه مرسته ده.
دويمه: د البقرة د آيت تفسير: چې کله ورته وويل شول په ځمکه کې ورانکاری مه کوئ.
درېيمه: د الأعراف د آيت تفسير: په ځمکه کې د هغې له اصلاح وروسته ورانکاري مه کوئ.
څلورمه: د دغه آيت تفسير: چې آيا هغوی د جاهليت پرېکړه لټوي.
پنځمه: څه چې شعبي د لومړي آيت د نزول په اړه ويلي دي.
شپږمه: د رېښيني او درواغو د ايمان تفسير.
اوومه: د عمر له منافق سره کيسه.
اتمه: دا چې ايمان هيچاته تر هغه نه حاصليږي ترڅو يې نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی دی.
باب دی په بيان د دې کې چې که څوک له نومونو او صفتونو څخه د څه انکار وکړي.
او د الله تعالی وينا: حال دا چې هغوى پر رحمٰن الله كافران شوي دي. ورته ووايه هماغه زما رب دى، له هغه پرته بل معبود نشته، پر هغه مې بروسه كړې او د هماغه لور ته مې ورګرځېدل دي. د الرعد سورت: ۳۰ آيت.
او په صحيح بخاري کې علي وايي: له خلکو سره هغه خبرې وکړئ چې پرې پوهيږي، آيا تاسې غواړئ د الله او د هغه رسول دې درواغجن وګڼل شي.
عبدالرزاق له معمر څخه روايت کوي، هغه له ابن طاؤس څخه، هغه له خپل پلاره او هغه بيا له ابن عباس څخه: چې هغه يوسړی وليده چې ورپیده کله یې چې د رسول الله-صلی الله علیه و سلم- څخه د صفاتو په باره کې یو حدیث واوریده د بد ګڼلو د وجه هغې لره، نو هغه وويل: څه شی ډاروي دوی لره؟ د محکم په اړه يې رقت او نرمي مومي او د متشابه په اړه يې تباه کيږي. پای.
کله چې قريشو له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه واورېدل چې رحمن يادوي له هغو يې نټه وکړه، نو الله د هغوی په اړه دغه ايت نازل کړ: او هغوی پر رحمن کفر کوي. د الرعد سورت: ۳۰ ايت.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الله تعالی په نومونو او صفتونو کې په څه شي ایمان نه لرل د انکار په درجه کې.
دويمه: د الرعد د ايت تفسير.
درېيمه: د هغه څه نه بيانول چې اورېدونکی نه پرې پوهيږي.
څلورمه: د هغه علت بيانول چې د الله او د هغه د رسول د دراوغجن ګڼلو لامل کيږي، که څه هم انکار کوونکي يې اراده نه وي کړې.
پنځمه: د ابن عباس وينا د هغه چا لپاره چې له دغو څخه له يوشي څخه نټه کوي او دا چې هغه به تباه شي.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه ( چې فرمایې). هغوی د الله نعمت پېژني بيا يې انکار کوي او ډېری يې کافران دي. د النحل سورت: ۸۳ ايت.
مجاهد ويلي د هغه معنا ده: دا د هغه سړي وينا ده چې وايي: دغه زما مال دی له پلرونو مې په ميراث وړی دی.
عون بن عبدالله وايي: هغوی وايي: که چېرې فلانی نه وای داسې به نه وای.
او ابن قتيبه وایي: هغوی وايي دغه زموږ د معبودانو په سپارښتنې سره.
ابوالعباس د زيد بن خالد له هغه حديث وروسته وايي چې پکې دي: بېشکه الله تعالی ويلي: زما له بندګانو يو پر ما مؤمن وي او بل کافر وي... حديث مخکې تېر شو.
او دا ډېری په کتاب او سنتو کې دي چې الله پاک د هغه چا بد بيانوي چې يوڅوک د هغه پېرزوينه بل چاته منسوبوي او له هغه سره څوک شريکوي.
ځينو سلفو ويلي: دا لکه د هغوی وينا: هوا ښه وه، کشتي بان ماهر و او دېته ورته هغه څه چې د ډېری خلکو پر ژبه جاري وي.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د نعمت د پېژندنې تفسير او د هغو انکار.
دويمه: د دې خبرې پېژندنه چې دا خبره د ډېریو پر ژبو جاري ده.
درېيمه: د دغه وينا د نعمت په انکار سره نومول.
څلورمه: په زړه کې د دوو ټکر شيانو يوځای کېدل.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه ( چې فرمایې). د الله لپاره سيالان مه نيسئ په داسې حال کې چې تاسو پرې پوهېږئ. د البقرة سورت: ۲۲ ايت.
او له ابن عباس څخه د آيت په اړه راغلي دي: انداد: د هغه میږي د پښو د کشاري څخه هم ډیر يټ شرک دی چې په توره تیاره شپه کې په تکه توره خویه ډبره روان وي.
او هغه دا دي چې ته ووايې: پر الله او ستا پر ژوند قسم اې فلانيه. او زما پر ژوند قسم.
او ووايې: که چېرې دغه سپی نه وای هرومرو به غله راغلي وای.
او که په کور کې بطه نه وای غله به راغلي وای.
او د يوسړي خپل ملګري ته دا وينا: چې الله وغواړي او ته یې وغواړې.
او د سړي وينا: که چېرې الله او فلانی نه وای، په هغې کې فلانی مه ورسره ګډه وه، دا ټول په الله شرک کول دي. ابن ابي حاتم روايت کړی دی.
او له عمربن خطاب رضي الله عنهما څخه روايت چې نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې پرته له الله پر بل چا لوړه (قسم) وکړه؛ نو هغه کفر او شرک وکړ: دغه حديث ترمذي روایت کړی او حسن يې بللی او حاکم صحيح بللی.
او ابن مسعود وايي: دا چې پر الله د درواغو قسم وکړم راته ښه دی تردې چې له هغه پرته په بل چا رېښتينی قسم وکړم.
او له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسې مه واياست: څه چې الله غواړي او فلاني غوښتي وي، خو داسې وواياست، چې الله غوښتي وي او بيا فلاني. دغه حديث ابواؤد په صحيح سند سره روايت کړی دی.
او له ابراهيم نخعي څخه روايت دی چې هغه دا بدګڼل چې څوک ووايي: پر الله او پر تا پناه غواړم، او دا روا دي چې ووايي: پر الله بيا پرتا، هغه وويل: او چې ووايي: که الله بيا فلانی نه وای، او داسې مه واياست: که الله او فلانی نه وای.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د انداد په اړه د البقرة د ايت تفسير.
دويمه: صحابه هغه آیت چې د لوی شرک اړوند نازل شوی دی داسې تفسیروي چې هغه وړوکي شرک ته هم شامل دی.
درېيمه: له الله پرته پر بل چا لوړه (قسم) کول شرک دی.
څلورمه: دا چې کله څوک له الله پرته پر بل چا رېښتينې لوړه وکړي؛ نو هغه له درواغو قسم څخه لويه ګناه ده.
پنځمه: د واو او ثم تورو ترمنځ توپير.(واو:د معطوف او معطوف علیه تر مینځ جمعوالی افاده کوي او ثم تراخی(فاصله) افاده کوي) یا داسي لنډ ووایه:واو د مطلق جمع د پاره راځي او ثم د تراخی دپاره.
باب دی په بيان د هغه چا کې چې د الله په نوم ورته قسم وشي قناعت پرې نه کوي.
له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روايت دی چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - فرمايلي دي: پر خپلو پلرونو لوړې (قسمونه) مه کوئ، څوک چې پر الله قسم کوي، رېښتيا دې وايي، او د چا لپاره چې پر الله قسم وشي، پرې راضي دې شي، او څوک چې نه راضي کيږي؛ نه دی د الله د طرفه په هيڅ شي. دغه حديث ابن ماجه په حسن سند سره روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: پر پلرونو له قسم کولو څخه منع.
دويمه: د چا لپاره چې پر الله قسم اخېستل کيږي هغه ته امر دی چې پرې راضي شي.
درېيمه: د هغه چا لپاره د سزا ګواښ چې نه پرې راضي کيږي.
باب دی په بيان د دغې وينا کې چې: څه الله او ته غواړې.
له قتيلة څخه روايت دی: چې يو يهودي نبي صلی الله عليه وسلم ته راغی هغه وفرمايل: تاسو شرک کوئ.
تاسو واياست: څه چې الله او ته غواړې.
او تاسو واياست: پر کعبه قسم.
نو نبي - صلی الله عليه وسلم- ورته امر وکړ چې کله غواړي نو داسې قسم دې کوي. د کعبې پر پالونکي قسم.
او داسې دې وايي څه چې الله غواړي او بيا ته غواړې. دغه حديث نسائي روايت کی او صحيح يې بللی دی.
او هغه لره له ابن عباس څخه هم روايت دی: چې يو سړي نبي صلی الله عليه وسلم ته وويل: څه چې الله او ته غواړې؛ نو هغه وفرمايل: آيا تا زه د الله لپاره سيال وګرځولم؟ څه چې يوازې الله غواړي.
او ابن ماجه د عائشې له مورني ورور طفيل څخه روايت کوي وايي: ما داسې خوب وليده چې ګواکې زه د يهودو پر يوه ډله راغلم.
ما وويل: تاسو ښه خلک ياست، که مو دا نه ويلای چې عزير د الله زوی دی.
هغوی وويل: او تاسو هم ښه خلک ياست که مو دا نه ويلای: چې څه الله غواړي او څه محمد غواړي.
بيا پر يوه ډله نصاراو تېرېدم؛ نو ومې ويل: تاسو ښه خلک ياست که مو دا نه ويلای: چې مسيح د الله زوی دی.
هغوی وويل: او تاسو هم ښه خلک ياست که مو دا نه ويلای: چې څه الله غواړي او څه محمد غواړي.
کله چې سهار شو، نو څوک مې چې پر خپل خوب خبر کړل هغه مې خبر کړل.
بيا نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلم، هغه مې پرې خبر کړ.
هغه وفرمايل: آيا څوک دې پرې خبر کړي دي؟
ما وويل: هو، هغه وویل:
نو نبي صلی الله عليه وسلم د الله حمد او ستاينه وکړه بيا يې وفرمايل: اما بعد.
پرته له شکه طفيل داسې خوب ليدلی، چې پر هغو يې له تاسو څوک چې خبر کړي هغه يې خبر کړي.
او دا چې تاسو داسې یوه وینا کوله چې دغه او دغه عذرونو زه منع کولم چې تاسې یې له ویلو منع کړم.
نو نور دا مه واياست: چې څه الله غوښتي او څه چې محمد غوښتي وي، بلکې داسې واياست: چې څه يوازې الله غوښتي وي.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د يهودو په کوچني شرک سره پېژندګلوي.
دويمه: د انسان فهم کله چې هغه لره نفسي غوښتنه وي.
درېيمه: د نبي - صلی الله عليه وسلم - دا وينا: چې آيا زه دې له الله سره سيال وګرځولم؟!، نو د هغه چا به څه حال وي چې وايي.
ما لره څه دي چې زه له تا څخه پرته پر بل چا پناه غواړم..له دغه وروسته دوه بيتونه؟
څلورمه: دا چې دغه له لوی شرک څخه ندی ځکه خو يې ويلي: دغه او دغه مې منع کوي.
پنځمه: دا چې نېک خوبونه د وحي له ډولونو څخه دي.
شپږمه: دا چې خوبونه کله د ځينو حکمونو مشروع کېدو لامل کيږي.
باب دی په بيان د دې کې چې څوک زمانې ته ښکنځل وکړي؛ نو هغه الله ته اذيت ورکړ.
او د الله تعالی وينا: او هغوی وويل: نه دی مګر زموږ د دنيا ژوند چې ځیني مړه کېږي او ځیني ژوندي کيږي او يوازې زمانه مو وژني، او هغوی لره څه پوهه نشته، هغوی يوازې ګمان کوي. د الجاثية سورت: ۲۴ آيت.
په صحيح کې ابوهريره له نبي - صلی الله عليه وسلم - څخه روايت کوي چې ويې فرمايل. الله تعالی وفرمايل: ابن آدم ماته اذيت رسوي، زمانې ته ښکنځل کوي، زه د زمانې پیداکوونکی يم، شپه او ورځ سره اړوم را اړوم.
او په يو روايت کې دي: زمانې ته ښکنځل مه کوئ؛ ځکه الله د زمانې خالق دی(په زمانه کې چې څه کیږي د هغې فاعل الله دی او د دهریو عقیده دا وه چې دا هر څه زمانه کوي نو زمانې ته یې کنځل کول او دا کنځل الله ته وو) اقلب اللیل و النهار په دې دلیل دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: زمانې ته له ښکنځلو څخه منع کول.
دويمه: د هغو د الله په آذيت سره نومول.
درېيمه: د هغه په وينا کې فکر کول: چې الله زمانه دی(فاعل او خالق یې دی).
څلورمه: دا چې کله يوڅوک ښکنځل کوونکی وي، که څه هم له زړه څخه يې اراده نه وي کړې.
باب دی په بيان د قاضي القضاة او دېته ورته سره نومولو کې.
په صحيح کې ابوهريره رضي الله عنه له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: تر ټولو بد نوم د الله په وړاندې دا دی چې يوڅوک د پاچايانو په پاچا سره ونومول شي، پاچا يوازې الله دی.
سفيان ويلي دي: لکه: شاهان شاه.
او په يو روايت کې دي: چې هغه د قيامت په ورځ تر ټولو بد او خبيث سړی دی.
د هغه وينا (اخنع) معنا دا چې تر ټولو سپک.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د پاچايانو په پاچا سره له نومولو منع کول.
دويمه: دا چې د هغو په معنا وي لکه سفيان چې ويلي:
درېيمه: په دغه او دېته ورته شيانو کې د سختۍ لپاره هوښيارتيا، سره لدې چې زړه د هغو د معنا اراده نه وي کړې.
څلورمه: پردې پوهېدل چې دغه د الله پاک د درناوي له امله دي.
باب دی په بيان د احترام د نومونو د الله تعالی کې او د دی احترام د وجه نوم بدلول.
له ابوشريح څخه روايت دی: چې د هغه کنيت ابوالحکم و، نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: پرته له شکه يوازې الله پرېکړه کوونکی دی او يوازې هغه لره پرېکړه ده.
هغه وويل: زما قوم چې کله د څه په اړه اختلاف کوي، ماته راځي، زه د هغوی ترمنځ پرېکړه کوم، نو دواړه اړخونه پرې راضي شي.
هغه وفرمايل: څومره ښه، ستا بچيان څوک دي؟
ما وويل: شريح، مسلم او عبدالله.
هغه وفرمايل: ترټولو مشر يې کوم يو دی؟
ما وويل: شريح.
هغه وفرمايل: نو ته ابوشريح يې. دغه حديث ابوداؤد او نورو روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د الله د نومونو او صفتونو درناوی، که څه هم د معنا اراده يې نه وي شوې.
دويمه: د دغه له امله د نوم بدلول.
درېيمه: تر ټولو مشر بچی د کنيت لپاره غوره کول.
باب دی د هغه چا په اړه چې پر داسې یو څه ملنډي ووهي چې د الله، قران او رسول یاد پکې وي.
او دا وینا د الله تعالی: او که له هغوی وپوښتې، هرومرو به وايي موږ خو يوازې ټوکې او لوبې کولې، ورته ووايه: آيا پر الله د هغه پر آيتونو او رسول يې تاسو ملنډې وهئ. د التوبة سورت: ۶۵ ایت
له ابن عمر، محمد بن کعب، زيد بن اسلم او قتادة څخه روايت دی، له هغوی د ځينو حديث د ځينو په حديث کې داخل دی: دا چې يوسړي د تبوک په غزا کې وويل: موږ د خپلو دغو قاريانو غوندې زيات د خېټو مينه وال، د ژبو درواغجن او له دښمن سره د مخامخ کېدو پر مهال زیات ډارن نه دي ليدلي- د هغه موخه رسول صلی الله عليه وسلم او د هغه قاريان صحابه وو، نو عوف بن مالک ورته وويل: درواغ دې وويل او ته پرته له شکه منافق يې، زه هرومرو رسول الله صلی الله عليه وسلم خبروم.
نو عوف رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی ترڅو يې خبر کړي، خو هغه قرآن تر هغه مخکې شوی و.
نو دغه سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی په داسې حال کې چې رحلت يې چمتوالی نیولی و او پر خپله سپرلۍ سپور شوی و.
نو ويې ويل: اې د الله رسوله! موږ يوازې ټوکې کولې هسې د سفر خبرې مو کولې ترڅو د لارې ستړيا پرې وباسو، ابن عمر وايي: ګواکې زه هغه ته ګورم چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوښې جلب(پړی) يې نيولی او وايي: موږ يوازې ټوکې او لوبې کولې، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وايي. آيا تاسو پر الله، د هغه پر آیتونو او رسول يې ملنډې وهئ، عذر مه کوئ، تاسو له ايمان وروسته کفر کړی دی. نه يې هغه ته کتل او نه يې څه پرې زياتول.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: چې هغه لويه خبره ده - چې چا پر دغه ملنډې ووهلې هغه کافر دی.
دويمه: دا چې دغه د هغه آيت تفسير دی چې چا دا کار وکړ هر څوک چې وي.
درېيمه: د چغل خورۍ او د الله او د هغه رسول لپاره د نصيحت او ښېګڼې تر منځ توپير.
څلورمه: د هغې بخښنې چې الله يې خوښوي او د الله پر دښمنانو د سختۍ ترمنځ توپير،
پنځمه: ځينې عذرونه داسې دي چې په کار نده چې ودې منل شي.
باب دی په بيان د الله تعالی د وينا کې: او که موږ هغه ته زموږ لخوا لورېينه ور وڅکو وروسته تردې چې کړاو ورته رسېدلی وي، هرومرو به وايي، دا زما لپاره دی او زه ګومان نه کوم چې قيامت رامنځته کېدونکی دی، او که خپل پالونکي ته ور وګرځول شم(ستا په ګمان)، د هغه په وړاندې به هم ما لره غوره برخه وي، موږ به هرومرو هغه خلک چې کفر يې کړی پر هغه څه خبر کړو چې هغوی کړي دي او هرومرو به هغوی ته سخته سزا ور وڅکو. د فصلت سورت: ۵۰ آيت.
مجاهد وايي: دا زما د عمل له امله او زه يې مستحق يم.
او ابن عباس وايي:چې د دې څخه مراد هغه څوک دی چې وایې دا زما کمال وو .
او د هغه وينا: هغه وايي: ماته يوازې زما د پوهې له امله راکړل شوي دي. قتاده وايي: زما د هغې پوهې له امله چې د بېلابېلو کسبونو په اړه يې لرم.
او نورو ويلي دي: د الله د هغه علم له امله چې زه يې وړ يم.
او دغه د مجاهد د وينا معنا ده: ماته د شرف له امله راکړل شوي دي.
له ابوهريره څخه روايت دی چې هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل يې: دا چې درې کسان د بنی اسرائيلو څخه وو: يو پيس(برګي مرض والا)، بل پک (ګنجی) او بل ړوند:
نو الله د هغوی ازمويل وغوښتل، هغوی ته يې يوه پرېښته ولېږله.
هغه پرېښته پيس (پمن) ته راغله ورته يې وويل: تاته ترټولو غوره شی څه دي؟.
هغه وويل: ښکلی رنګ، ښکلی پوستکی چې له ما څخه مې هغه عيب يوسي چې خلک یې بد ګڼي زما څخه.
هغه وايي: نو هغې پرې لاس راکش کړ، چې له هغه څخه يې بدوالی له منځه ولاړ؛ نو ښکلی رنګ او ښکلی پوست يې ورکړ.
هغې وويل: تاته ترټولو غوره مال څه دی؟
هغه وويل: اوښان او که غويان- اسحاق ته شک دی- نو لس مياشتنۍ بلاربې اوښانې يې ورکړې.
بيا يې ورته وويل: الله دې برکت درته پکې واچوي.
هغه وايي: بيا پک ته راغی.
هغه ته يې وويل: تاته ترټولو غوره شی څه دی؟
هغه وويل: ښکلي وېښتان، چې له ما هغه څه يوسي چې خلکو پرې بد ګڼلی يم.
نو هغه يې هم مسح کړ، له هغه يې عيب ولاړ او ښکلي وېښتان يې ورکړل.
هغه ته يې وويل: کوم مال دې ډېر خوښيږي؟
هغه وويل: غويان او که اوښان، نو هغه ته يې بلاربې غواوې ورکړې.
بيا يې ورته وويل: الله دې برکت درته پکې واچوي.
بيا ړانده ته راغی.
نو ويې ويل: ستا ترټولو زيات څه شی خوښيږي؟
هغه وويل: دا چې الله مې بينايي بېرته راکړي، نو خلک پرې ووينم، هغه يې هم مسح کړ چې الله هغه ته بينايي وروګرځوله.
هغه ته يې وويل: کوم مال دې ډېر خوښيږي؟
هغه وويل: پسونه.
نو هغه ته مېږې او پسونه ورکړل شول چې هغو بيا بچيان راوړل.
چې د دغه يوه شېله اوښان وو، د هغه يوه شېله غواوې وې، او د دغه بيا يوه شېله مېږې او پسونه وو.
هغه وايي: بيا هغه په خپل شکل او حالت کې پيس (پمن) ته راغی ورته ويې ويل: بې وزله، مسافر يم په دغه سفر کې مې هرڅه تمام شول، نن ما لره هيڅ هيله نشته پرته له الله او بیا له تا څخه.
د هغه په نوم چې ښکلی رنګ، ښکلی پوست او مال يې درکړي يو اوښ درڅخه غواړم چې خپل سفر ته پرې ورسېږم.
هغه وويل: حقوق بيخي زيات دي.
نو هغه ورته وويل: داسې ښکارې لکه زه دې چې نه پېژنم، آيا ته پيس (پمن) نه وې خلکو بد درته ويل، بې وزله وې، الله مال درکړ.
هغه وويل: ما دغه مال له خپلو لویانو او لويانو څخه په ميراث وړی دی.
هغه وويل: که ته درواغجن وې؛ نو الله دې هغه حال ته وګرځوه چې پرې وې.
هغه وايي: بيا پک (ګنجي) ته په خپل صورت او شکل کې راغی.
هغه ته يې همغه ډول وويل، کوم يې چې دغه ته ويلي و، هغه هم همغه ډول ځواب ورکړ لکه دغه چې ورکړی و.
نو هغه ورته وويل: که ته درواغجن وې، الله دې هغه حال ته وګرځوه چې پرې وې.
هغه وايي: بيا ړانده ته په خپل شکل او صورت کې راغی ورته ويې ويل: بې وزله او مسافر سړی يم، په سفر کې مې هرڅه له لاسه ورکړل، نو له الله او بيا له تا پرته بله هيڅ وسيله نه لرم.
د هغه ذات په نوم يو پسه در څخه غواړم چې تاته يې سترګې بېرته درکړې، تر څو په خپل سفر کې ځان ځای ته پرې ورسوم.
هغه وويل: زه ړوند وم، الله مې ليد را وګرځاوه، نو څومره چې غواړې وايې خله، او څومره چې غواړې پرې يې ږده، پر الله قسم نن دې چې د الله لپاره هرڅه واخېستل نه دې ملامتوم.
هغه ورته وويل: خپل مال دې درسره وساته، تاسو يوازې و ازمويل شوئ، الله له تا څخه راضي دی او پر ملګرو دې په غصه دی. (۴) هغوی دواړو تخريج کړی دی.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د آیت تفسير.
دويمه: د دغې وينا څه معنا ده چې (هرومرو به وايي دغه زما لپاره دي).
درېيمه: د دغې وينا معنا څه ده: (ما ته خو يوازې زما د پوهې له امله راکړل شوي دي).
څلورمه: پدغه کيسه کې څه عجيب لوی پندونه دي.
باب دی په بيان د الله تعالی د دې وينا کې: خو كله چې ښه بچى يې وركړ، دواړو په هغه وركړه كې لده سره نورشريكان وګڼل؛ نو الله له هغو ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي. د الأعراف سورت: ۱۹۰ ايت
ابن حزم وايي: ټول علماء د هر داسې نوم په اړه په يوه خوله دي چې د الله څخه په غیر بل چا ته پکې د عبادت نسبت شوی وي چې دغه نوم به حرام وي ، لکه عبدعمرو، عبدالکعبة او دېته ورته نومونه نو د عبدالمطلب به څه حال وي.
او د آيت په اړه له ابن عباس څخه روايت دی وايي: کله چې آدم له هغې سره کوروالی وکړ، هغه بلاربه شوه، نو هغوی دواړو ته شیطان راغی، ورته ويې ويل: زه ستاسو هغه ملګری یم چې له جنته مې و اېستلئ، اوس به مې هرومرو يا پيروي کوئ او يا زه هغه لره داسې ښکر ورکوم چې له خېټې دې راووځي او درڅیري یې کړي.
او زه هرومرو او هرومرو کوم؛ هغوی يې وېرول.
هغه باندې عبدالحارث نوم کیږدئ.
هغوی دواړو نټه وکړه چې د هغه پيروي وکړي؛ نو مړ را ووت.
بيا حامله شوه، نو هغه ورته راغی، هغه مخکېنۍ وينا غوندې يې ورته وويل؛ هغوی دواړو بيا د هغه له پيروۍ نټه وکړه؛ نو بيا يې بچی مړ پيدا شو.
بيا حامله شوه، هغه بيا ورته راغی د همغه څه يادونه يې ورته وکړه، هغوی دواړو د زوی مينې دېته اړ اېستل چې عبد الحارث نوم پرې کیږدي.
له همدې امله د الله وينا ده: چې هغوی دواړو هغه لره شريکان ونيول په هغه څه کې چې هغه (شیطان) يې په اړه ورته راغلی و. ابن ابي حاتم روايت کړی دی.
او هغه لره له قتادة څخه په صحيح سند سره روايت دی وايي: د هغه په پيروۍ کې شريکان دي، نه په عبادت کې.
او هغه لره په صحيح سند سره له مجاهد څخه د الله د وينا په اړه روايت دی: (چې که ته موږ ته صالح اولاد راکړې) هغه وايي: (هغوی دواړه پردې وډار شول چې داسې نه چې انسان نه وي.
او همدغه معنا يې له حسن، سعيد او نورو څخه بيان کړې ده.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د هر داسې نوم اېښودلو نارواوالی چې له الله پرته د غیرالله د لمانځلو معنا ورکوي.
دويمه: د ايت تفسیر.
درېيمه: دا چې دغه يوازې د نوم په اېښودلو کې شرک و، حقيقي معنا يې مراد نه وه.
څلورمه: دا چې د الله لخوا چاته د سمې لور ورکړه له نعمتونو څخه ده.
پنځمه: د سلفو لخوا د پيروۍ او عبادت په شرک کې د توپير بيانول.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه (چې فرمایې). او الله لره ښکلي نومونه دي؛ نو پرې را ويې بولئ، او هغه کسان پرېږدئ چې د هغه په نومونو کې کوږوالی لټوي. د الاعراف سورت: ۱۸۰ ايت
ابن ابي حاتم له ابن عباس څخه بيان کوي چې (د هغه په نومونو کې الحاد کوي) يعني شرک کوي.
او له هغه څخه روايت دی: لات نوم يې له اله څخه نومولی او عُزی يې له عزيز څخه.
او له اعمش څخه روايت دی: په هغو کې هغه څه داخلوي چې له هغو څخه ندي.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د نومونو اثبات.
دويمه: دا چې ښکلي نومونه دي.
درېيمه: پر هغو نومونو يې د رابللو امر.
څلورمه: له ناپوهانو او ملحدينو سره د معارضې پرېښودل.
پنځمه: په هغو کې د الحاد تفسير.
شپږمه: د هغه چا لپاره د سزا ژمنه چې الحاد کوي.
باب دی په بيان د دې کې چې (السلام علی الله) به نه وایاست.
په صحيح کې له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: موږ چې کله له نبي - صلی الله عليه وسلم - سره په لمانځه کې وو، ومو ويل: پر الله دې د هغه د بندګانو لخوا سلام وي، پر فلاني او فلاني دې سلام وي، نو نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسې مه واياست چې پر الله دې سلام وي، بېشکه الله په خپله سلام دی.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د سلام تفسير.
دويمه: دا چې دا تحيه ده.
درېيمه: دا چې دا د الله لپاره کارول يې په کار نه دي.
څلورمه: د دغې علت بيانول.
پنځمه: هغوی ته هغه ډول سلام ښوونه چې د الله تعالی له شان سره ښایې.
باب دی په بيان د دغې وينا کې چې څوک ووايي: اې الله ماته بخښنه وکړه که دې خوښه وي.
په صحيح کې له ابوهريره څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له تاسو دې يو هم دا نه وايي: چې اې الله ما وبخښه که غواړې، اې الله پر ما لورېينه وکړه که دې خوښه وي، په غوښتنه کې دې ټينګ هوډ وکړي، ځکه الله لره کوم اړ اېستونکی نشته.
او د مسلم په روايت کې دي: خپل شوق مینه دې لويه ولري، ځکه له الله هيڅ شی هم لوی نه دي چې ور کوي يې.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: په دعاء کې له استثناء څخه منع.
دويمه: د دغې علت بيانول
درېيمه: د هغه وينا: چې خپل حاجت دې ښه په کلکه و غواړي.
څلورمه: د رغبت (مینه شوق) لویوالی.
پنځمه: د دغه امر علت بيانول.
باب دی په بيان د دې کې چې څوک دې نه وايي: زما بنده او زما بندګۍ.
په صحيح کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له تاسو دې هيڅوک هم داسې نه وايي: چې خپل رب ته خواړه ورکړه، خپل رب ته اودس وکړه، داسې دې ووايي: زما سردار او زما بادار، او له تاسو دې داسې څوک نه وايي چې زما بنده او زما بندګي، داسې دې ووايي: زما مريئ، مينځه او غلام.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: لدې وینا منع: زما بنده او زما بندګۍ.
دويمه: بنده دې داسې نه وايي: زما پالونکيه، او ندې داسې ورته ويل کيږي: خپل رب ته دې خواړه ورکړه.
درېيمه: لومړي ته د دغې وينا ښوونه: چې زما مريی، زما وينځه او زما غلام.
څلورمه: دويم ته د دغې وينا ښوونه: زما بادار او مولا.
پنځمه: موخي ته پام راړول: چې هغه د توحيد ثابتول دي آن په الفاظو کې هم.
باب دی پدې باره کې چې چا د الله په نوم غوښتنه وکړه نو هغه به تش لاس نه رخصتیږي.
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چې پر الله پناه وغوښته، نو پناه ورکړئ، او چا چې پر الله غوښتنه وکړه، نو څه ورکړئ، او چا چې بلنه درکړه؛ نو بلنه يې ومنئ، چا چې ښېګڼه درسره وکړه، نو بدله يې ورکړئ، که مو داسې څه ونه موندل چې بدله يې پرې ورکړئ؛ نو هغه لره دعاء وکړئ ترڅو داسې ښکاره شئ چې تاسو يې بدله ورکړه. دغه حديث ابو داؤد او نسائي په صحيح سند سره روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: هغه چا ته پناه ورکول چې پر الله پناه وغواړي.
دويمه: هغه چا ته څه ورکول چې د الله پر نوم غوښتنه وکړي.
درېيمه: د بلنې منل.
څلورمه: د ښو بدله ورکول.
پنځمه: دا چې دعاء هم د هغه چا لپاره بدله کېدای شي چې لدې پرته بل څه ونه لري.
شپږمه: د هغه دا وينا چې: داسې ښکاره شئ لکه چې تاسو يې بدله ورکړي وي.
باب دی په بيان د دې کې چې د الله په روی(مخ) له جنت پرته بل څه نه غوښتل کيږي.
له جابر څخه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د الله په روی له جنت پرته بل څه نه غوښتل کيږي. ابوداؤد روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: له دې څخه منع چې د الله په روی له لويو موخو پرته بل څه نه غوښتل کيږي.
دويمه: د الله لپاره د وجه صفت ثابتول.
باب دی په بيان د (لو):که چیرته کې.
او د الله تعالی وينا: هغوی وايي که چیرته زمونږ اختیار وای؛ نو دلته به نه وای وژل شوي. د آل عمرات سورت: ۱۵۴ ايت.
او د هغه وينا: هغه کسان چې خپلو وروڼو ته يې وويل او ناست وو، که چیرې هغوی زموږ پيروي کړې وای نه به وای وژل شوي. د آل عمرات سورت: ۱۶ ايت.
په صحيح کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هغه څه په اړه حرص کوه چې ګټه درته رسوي، پر الله مرسته غواړه او هيڅکله مه عاجزه کېږه، که څه در ورسېدل نو داسې مه وايه: چې که مې داسې کړي وای داسې به شوي وای، بلکې ووايه: الله په تقدير کې ليکلي و او څه يې چې غوښتل ويې کړل، ځکه (لو) د شيطان عمل پرانيزي.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: په آل عمران کې د دوو آيتونو تفسير.
دويمه: د (لو) له وينا څخه په ډاګه منع کول کله چې څه در ورسيږي.
درېيمه: د مسئلې علت په دې سره بيانول چې د شیطان عمل پرانيزي.
څلورمه: ښکلې وينا ته لارښوونه کول.
پنځمه: پر الله د پناه غوښتلو سره.د هغه څه په اړه د حرص امر چې ګټور وي.
شپږمه: د دغه له ضد څخه منع چې هغه عجز دی.
باب دی په بيان د نهی کې له کنځلو څخه باد ته.
له ابي بن کعب رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: هواته ښکنځل مه کوئ، کله چې مو داسې څه وليدل چې نه مو خوښېدل؛ نو وواياست: اې الله! موږ له تا څخه د دغې هوا خير غواړو، او هغه خير چې پکې دی، او د هغه خير چې امر راته پرې شوی دی، او له تا څخه د دغې هوا له شر څخه پناه غواړم، او کوم شر چې پکې دی او د کوم شر په اړه چې امر راته پرې شوی دی. دغه حديث ترمذي صحيح بللی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: هوا ته له ښکنځلو منع.
دويمه: ګټورې وينا ته لارښوونه، کله چې انسان هغه څه وويني چې بد يې ګڼي.
درېيمه: دې خبرې ته لارښوونه چې هغې (هوا) ته امر شوی دی.
څلورمه: دا چې هغې ته کله په خير او کله هم په شر امر کيږي.
باب دی د الله تعالی د وینا په اړه (چې فرمایې). هغوی پر الله هم ناروا ګمانونه كول، هماغه د جاهليت ګمان، دوى وايي آيا د دې كارڅه واك موږ لره شته؟ ورته وايه رېښتيا چې كار خو ټول الله لره دى خو دوى په سينو كې څه (خبرې) پټې ساتي هغه چې تاته يې نه څرګندوي، وايي كه په دې كار كې زموږ څه (واك) واى نو دلته به نه وژل كېدو، ورته وايه كه تاسو په خپلو كورونو كى هم واى نو چاته چې وژل ټاكل شوي و د خپلې مړينې ځاى ته به راوتلي واى، او (دا پېښه) د دې لپاره چې الله و ازمويي څه مو چې سينو كې دي او هغه (خبرې) راښكاره كړې چې مو په زړونو كې دي او الله د سينو په شته ښه پوه دى. د آل عمران سورت: ۱۵۴ ايت.
او د هغه وينا: هغوى چې پر الله د بدۍ ګمان كوونكي دي،پر هغوى دې بدې حادثې وي، او الله پر هغوى غضب كړى، رټلي يې دي او جهنم يې ورته چمتو كړى او ډېر بد د ورتلو ځاى دى. د الفتح سورت: ۶ ايت
ابن قيم د لومړي ايت په اړه ويلي دي: دغه ګمان په دې سره تفسير شوی، چې هغه پاک ذات له خپل استازي سره مرسته نه کوي او دا چې د هغه امر به کمزوری شي، او په دې سره تفسير شوی چې هغه ته څه ورسېدل هغه د الله په تقدير او حکمت سره نه و، نو د هغه له حکمت، تقدير او د هغه د رسول د کار په نه بشپړېدو سره تفسير کړل شوی، او دا چې هغه پر خپل ټول دين برلاسی کړي، دا هغه بد ګمان دی کوم چې منافقانو او مشرکانو د فتحې په سورت کې کولو، او دا ځکه بد ګمان و چې له الله سره، د هغه له حکمت، ستاينې او رېښتينې ژمنې سره نه ښايېدلو.
نو چا چې دا ګومان وکړ چې باطل به پر حق په ثابت ډول برلاسی کيږي له هغه سره حق کمزوری شي، او يا يې لدې څخه نټه وکړه چې هغه د الله په قضاء او تقدير ندي روان او يا يې له دې انکار وکړ چې د هغه تقدير دې د کوم داسې لوی حکمت له مخې وي چې ستاينه يې پرې وشي، بلکې دا ګومان يې وکړ چې دا يوازې د يوې خوښې پر بنسټ دی، نو دا د هغو خلکو ګومان دی چې کفر يې کړی دی، چې د دغو کافرانو لپاره د اور کنده ده او ډېری خلک پر الله همداسې بدګمان کوي چې تر هغوی پورې ځانګړې ده او پر نورو هم همداسې ګومان کوي، له دې څخه يوازې هغه څوک خوندي دی چې الله، د هغه نومونه او صفتونه او د هغه حکمت او ستاينې لامل يې پېژندلی وي.
نو د ځان لپاره هوښيار نصیحت کوونکی دې دغه ته پاملرنه وکړي او الله ته دې توبه وباسي او پر خپل پالونکي له بدګومانۍ څخه دې بخښنه وغواړي.
او که ته ولټوې هغه څوک چې لټوې يې، نو وبه وينې چې هغه د تقدير په اړه له ضد او ملامتيا څخه کار اخلي او وايي به چې دا بايد داسې او داسې وای، کموونکی او زياتوونکی به وي؛ نو خپل ځان وګوره چې آيا ته سم يې؟
که له دغې څخه خوندي وې، له لويې ګناه څخه خوندي يې او که داسې نه وې؛ نو فکر نه کوم چې نجات موندونکی به وې.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د آل عمران د آيت تفسير:
دويمه: د الفتح سورت د آيت تفسير.
درېيمه: د دې خبر ورکول چې دا ډېر ډولونه لري منحصر نه دي.
څلورمه: دا چې له دغه څخه يوازې هغه څوک خوندي کېدلای شي چې د الله نومونه، صفتونه او ځان يې پېژندلی وي.
باب دی په بيان د هغه څه کې چې د تقدیر څخه د انکار کوونکو په اړه راعلي.
او ابن عمر وايي: پر هغه ذات قسم چې د ابن عمر روح يې په لاس کې دی، که چېرې د هغوی د يوه لپاره د احد د غره په اندازه سره زر وي، بيا يې د الله په لار کې ولګوي، الله به يې ترې ونه مني، تر څو پر تقدير ايمان ونه لري، بيا يې د نبي صلی الله پر وينا استدلال وکړ. ايمان دېته وايي چې پر الله، پرېښتو، کتابونو او رسولانو يې، د آخرت په ورځ ايمان راوړې، او د هغه لخوا پر خير او شر باور ولرې. دغه حديث مسلم روايت کړی دی.
او له عبادة بن صامت څخه روايت دی چې هغه خپل زوی ته وويل: ای بچوړيه! پرته له شکه هيڅکله به تر هغه د ايمان خوند ونه څکې تر څو پردې پوه شې چې څه درته رسېدلي هغه خطاء کېدونکي نه و او له څه څخه چې خطا شوی يې، هغه نه شي درته رسېدلی، دا مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې داسې يې فرمايل: پرته له شکه لومړی څه چې الله پيدا کړي هغه قلم دی؛ نو هغه ته يې وويل: وليکه، هغه وويل: اې زما پالونکيه څه وليکم؟
هغه وويل: د قيامت تر رامنځته کېدو د ټولو شیانو تقديرونه وليکه.
اې بچوړيه! ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل يې: څوک چې له دغه پرته پر بله عقيده مړ شي هغه له مونږ څخه نه دی.
او په يو روايت کې له احمد څخه داسې راغلي: پرته له شکه لومړی څه چې الله پيدا کړل هغه قلم دی، بيا يې ورته وويل: وليکه، نو په دغه ساعت کې پر هغه څه روان شو چې د قيامت تر ورځې پېښيږي.
او يو روايت له ابن وهب څخه دا دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د تقدير پر خير او شر ايمان نه لري الله به يې په اور وسوځوي.
په مسند او سنن کې له ابن ديلمي څخه روایت دی وايي: زه ابي بن کعب ته راغلم، ومې ويل زما په زړه کې د تقدير په اړه څه دي، نو لږ څه راته ووايه کېدای شي الله مې له زړه هغه څه لېرې کړي، هغه وويل: که د احد د غره په اندازه سره زر ولګوې، الله به يې تر هغه قبول نه کړي ترڅو پر تقدير ايمان ونه لرې، او پردې پوه نه شې چې څه درته رسېدل هغه به در څخه خطا نه شي او څه چې در څخه خطا کېدل هغه به درته ونه رسيږي او که له دې پرته پر بله عقيده مړ شوې ته به دوزخي وې؟
هغه وايي: بيا زه عبدالله بن مسعود، حذيفه بن يمان او زيد بن ثابت ته راغلم، ټولو همدغه ډول له نبي صلی الله عليه وسلم څخه راته وويل: دا حديث صحيح دی حاکم په خپل صحيح کې روایت کړی دی.
په دې کې يوشمېر مسئلې دي:
لومړۍ: پر تقدير د ايمان د فرضوالي بيان.
دويمه: پر هغو د ايمان د کيفيت بيان.
درېيمه: د هغه چا د ايمان له منځه تلل چې ايمان نه پرې لري.
څلورمه: پردې خبرول چې هيڅوک به تر هغه د ايمان خوند ونه مومي تر څو يې پر تقدير ايمان نه وي راوړی.
پنځمه: د لومړي هغه څه يادونه چې الله پيداکړي.
شپږمه: دا چې له دغه ساعت څخه بيا د قيامت تر رامنځته کېدو پورې قلم جاري وي.
اوومه: د هغه - صلی الله عليه وسلم - له هغه چا څخه بېزاري چې پر تقدير ايمان نه لري.
اتمه: د شبهاتو د له منځه وړلو لپاره د سلفو عادت چې له علماوو څخه به يې پوښتنه کوله.
نهمه: دا چې علماوو داسې ځواب ورکړ چې شبهه له منځه وړي، داسې چې خبره يې يوازې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوبه کړه.
باب دی په بيان د تصویر اخیستونکو کې(هغه څوک چې عکسونه وباسي او یا یې اخلي).
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی فرمايي: تر هغه زيات ظالم به څوک وي چې څوک زما د مخلوق غوندې خلک جوړوي، نو هغوی دې يوه ذره او يا يوه دانه پيداکړي او يا دې يوه وربشه پيدا کړي. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
او هغوی دواړه له عائشې رضي الله عنها څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت په ورځ به ترټولو سخته سزا د هغه چا لپاره وي چې زما د مخلوق مشابه شکلونه(عکسونه) جوړوي.
او هغوی دواړه له ابن عباس څخه روايت کوي: چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: هر انځورګر په اور کې دی، د هر انځور په بدل کې چې جوړ کړی يې دی د هغه لپاره يو روح ورکول کيږي چې په دوزخ کې به پرې ځورول کيږي.
او هغوی دواړه له هغه څخه مرفوعا روايت کوي. چا چې په دنيا کې کوم انځور جوړ کړ، هغه به مکلف کړل شي ترڅو روح پکې پوکړي، خو هغه به پکې پوکوونکی نه وي.
او مسلم له ابو الهياج څخه روايت کوي وايي: ماته علي وويل: آيا د هغه څه لپاره دې ونه لېږم چې رسول االله صلی الله عليه وسلم زه ورته لېږلی وم؟ دا چې هيڅ انځور داسې پرې نه ږدې مګر دا چې ړنګ يې کړې اونه لوړ شوی قبر مګر برابر يې کړې.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د انځورګرانو په اړه ډېره سختي کول.
دويمه: پر لامل يې تنبيه کول چې هغه د الله ادب پرېښودل دي، لکه چې وايي: تر هغه به څوک ډېر ظالم وي چې زما د مخلوق غوندې خلک جوړوي.
درېيمه: د الله پر قدرت او د هغوی پر عاجزۍ تنبيه، د هغه د وينا له مخې: نو يوه ذره دې پيدا کړي او يا دې يوه دانه او يوه وربشه پيداکړي.
څلورمه: دا خبره په ډاګه کول چې هغوی ته به تر ټولو خلکو سخته سزا وي.
پنځمه: دا چې الله به د هر انځور په شمېر نفس ورته پيدا کوي او بيا به په دوزخ کې انځورګر ته پرې سزا ورکوي.
شپږمه: دا چې هغه به پکې د روح په پوکولو مکلف کړل کيږي.
اوومه: کله که وموندل شي نو په ړنګولو يې امر کول.
باب دی په بيان د هغه څه کې چې د ډېرو قسمونو په اړه راغلي دی.
او د الله تعالی وينا: خپلې لوړې مو وساتئ. د المائدة سورت: ۸۹ ايت
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي:ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: اخیستلو خرڅولو کې په درواغو قسم کول(ټیک ده څه دنیا به وګټې)،لیکن د کسب برکت له منځه وړي. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
او له سلمان څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې کسان دي چې الله به له هغوی سره د رحمت خبرې ونه کړي، هغوی به پاک نه کړي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي، زوړ زاني، بې وزله کبرجن او هغه سړی چې الله يې سوداګريز مال داسې ګرځولی وي چې له قسم پرته يې نه اخلي او نه يې پلوري. دغه حديث طبراني په صحيح سند سره روايت کړی دی.
او په صحيح کې له عمران بن حصين رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما غوره امت زما پېړۍ ده بيا چې ورپسې دي، بيا چې په هغوی پسې دي، عمران وايي: ماته ياد نه دي چې له خپلې پېړۍ وروسته يې دوه ځلې او که درې ځلې يادونه وکړه، بيا به له تاسو وروسته داسې قوم وي چې شاهدي به ورکوي خو شاهدي به ترې غوښتل کيږي نه، خيانت به کوي او باور به پرې نه کيږي، نذرونه به مني پرځای کوي به يې نه او په هغوی کې به چاغ والی زيات شي.
او همدغه کې له ابن مسعود څخه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: غوره خلک زما د پېړۍ دي، بيا چې په هغوی پسې دي، بيا په هغوی پسې، بيا به داسې خلک راشي چې له هغوی به د يو شاهدي تر قسم (لوړې) مخکې کيږي او قسم به يې تر شاهدۍ.
ابراهيم وايي: هغوی به موږ پر شاهدۍ او تړون وهلو کله چې موږ کوچنيان وو.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د لوړو(قسمونو) د ساتنې سپارښتنه.
دويمه: پردې خبره خبرول چې قسم سامان تباه کوي او برکت له منځه وړي.
درېيمه: د سختې سزا ژمنه د هغه چا لپاره چې له قسم پرته نه پېر او نه پلور کوي.
څلورمه: دې ته پاملرنه کول چې څومره د ګناه لامل کم وي همدومره هغه ګناه لويه ګڼل کيږي.
پنځمه: د هغو خلکو بد بيانول چې د لوړو له غوښتنې پرته لوړې کوي.
شپږمه: د نبي صلی الله عليه وسلم لخوا د دريو يا څلورو پېړيو ستاينه او له هغوی وروسته چې څه پېښيږي د هغو يادونه.
اوومه: د هغو کسانو بد بيانول چې له شاهدۍ غوښتلو پرته شاهدي ورکوي.
اتمه: دا چې پخوانيو به پر شاهدۍ او ژمنه کوچنيان وهل.
باب دی په بيان د دې کې چې د الله د ذمې او د هغه د نبي د ذمې په اړه راغلي دي.
او د هغه وينا: او له الله سره کړې ژمنه مو پوره کړئ کله مو چې ژمنې وکړې او لوړې د هغو له ټينګښت وروسته مه ماتوئ، په داسې حال کې چې الله مو پر ځانونو کفيل ګرځولی دی، پرته له شکه الله پر هغه څه پوهيږي چې کوئ يې. د النحل سورت: ۹۱ ايت
او له بریده څخه روايت دی وايي: کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر کوم لښکر او ډله امير وټاکلو د ځان په اړه به يې له الله څخه د وېرې، او کوم مسلمانان به چې ورسره وو د ښېګڼې سپارښتنه کوله، نو فرمايل به يې. د الله په لار کې د الله پر نوم له هغو خلکو سره چې پر الله يې کفر کړی و جنګېږئ، جهاد وکړئ خو له بريده مه اوړئ او دوکه مه کوئ، مثله مه کوئ( د وژل شويو شکلونه په سترګو اېستلو، غوږونو او پوزه پرېکولو مه بدلوئ) ماشوم مه وژنئ، کله چې د مشرکانو له ډلې له خپل دوښمن سره مخامخ شوې؛ نو دريو شيانو ته يې راوبوله: هر يو يې چې درسره ومنئ؛ ترې قبول يې کړه او نور يې پرېږده، اسلام ته يې راوبوله، که يې درسره ومنئ ترې قبول يې کړه، بيا ورته ووايه چې له خپل هېواد څخه د مهاجرينو هېواد ته ولاړ شي، او خبر يې کړه چې که هغوی دا کار وکړي؛ نو هغوی لره ټول هغه حقوق ثابت دي چې مهاجرينوته ثابت دي او هغه مسوليتونه يې پر غاړه دي کوم چې د مهاجرينو پر غاړه دي، خو که هغوی د خپل هېواد له پرېښودو نټه وکړي او په خپل هېواد کې پاتې شي؛ نو بيا هغوی د مسلمانو بانډه چیانو غوندې دي چې پر هغوی به د الله هغه حکمونه پلي کيږي کوم چې پرمؤمنانو پلي کيږي، خو تر څو يې چې له مسلمانانو سره يوځای جهاد نه وي کړی په غنيمت او ولجه کې به برخه نه لري، او که هغوی په اسلام کې له داخلېدو څخه نټه وکړي؛ نو بيا دې جزيه ورکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا يې هم ورسره ومنه او نور کار مه پرې لره، او که له دغه کار څخه يې هم نټه وکړه؛ نو بيا د الله په مرسته له هغوی سره وجنګېږه او که دې د کومې قلعه (کلا) خلک محاصره کړل او هغوی له تا څخه د الله او د هغه د نبي ذمه وغوښتله؛ نو د الله او د هغه د نبي ذمه مه ورکوه، بلکې خپله او د ملګرو ذمه دې ورکوه، ځکه که چېرې د خپلو ذمو او ملګرو د ذمو په اړه خيانت وکړئ دا به آسانه وي تردې چې د الله او د هغه د رسول د ذمې په اړه خيانت وکړئ، که چېرې د کومې قلعه (کلا) خلک محاصره کړې او هغوی له تا څخه وغواړي چې د الله د پرېکړې پر بنسټ ځای ورکړې؛ نو د الله د پرېکړې پر بنسټ يې مه منه ځکه تاسو ته نه ده معلومه چې الله به د هغوی په اړه څه پرېکړه کوي. مسلم روايت کړی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: د الله او د هغه د نبي او مسلمانانو د ذمې ترمنځ توپير.
دويمه: له دوو کارونو څخه هغه يوه ته لارښوونه کول چې خطر يې کم وي.
درېيمه: د هغه وينا : چې د الله پر نوم د الله په لار کې جهاد وکړئ.
څلورمه: د هغه وينا: له هغه چا سره وجنګېږئ چې پر الله يې کفر کړی دی.
پنځمه: د هغه وينا: پر الله مرسته وغواړه او له هغوی سره وجنګېږه.
شپږمه: د الله او د علماوو د پرېکړې ترمنځ توپير.
اوومه: دا چې صحابي د اړتيا پر مهال د يو څه په اړه پرېکړه کوي، هغه نه پوهيږي چې آيا دا به د الله له پرېکړې سره سمون لري او که نه؟.
باب دی په بيان د دې کې چې پر الله د لوړې کولو په اړه څه راغلي دي.
له جندب بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: يو سړي وويل: پر الله قسم، فلاني ته الله بښنه نه کوي، نو الله جل جلاله وفرمايل: څوک دی چې پر ما لوړه کوي چې زه به فلاني ته بخښنه نه کوم؟ پرته له شکه ما هغه ته بخښنه وکړه او ستا عمل مې له منځه يوړ. مسلم روايت کړی.
او د ابوهريره په حديث کې دي چې وينا وال عبادت ګزاره سړی و، ابوهريره ويلي دي. هغه داسې خبره وکړه چې خپله دنيا يې له منځه يوړه.
او خپل آخرت يې (هم له منځه یوړ).
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: پر الله له لوړې کولو څخه وېرول.
دويمه: دا چې اور له موږ څخه يوه ته د هغه د څپلۍ له بند څخه ورنېږدې دی.
درېيمه: دا چې جنت هم همدارنګه دی.
څلورمه: په دې کې د هغه د وينا شاهد دی: چې يو سړی به خبره کوي.......ترپایه.
پنځمه: دا چې کله يو سړي ته بخښنه د داسې یو څه له امله وشي چې هغه به ورته تر ټولو بد وي.
باب دی په بيان د دې کې چې الله به مخلوق ته سفارشي(شفیع) نه ګرځوې.
له جبيربن مطعم رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: يو بانډه چي (سارايي) نبي صلی الله عليه وسلم ته راغی، نو ويې ويل: اې د الله رسوله! خلک تباه شول، اولادونه وږي شول، مالونه له منځه ولاړل، زموږ لپاره دې د خپل پالونکي څخه باران وغواړه، ځکه موږ پر تا الله ته سپارښتنه کوو، او پر الله تاته، نو نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله لره پاکي ده، الله لره سپېڅلتيا ده!! نو همداسې یې د الله پاکي بيانوله تردې چې د هغه د صحابه و په مخونو کې دا خبره وپېژندل شوه، بيا يې وويل: الله دې پر تا ورحمیږي؛ آيا ته پوهېږې چې الله څه دی؟ د الله شان له دې څخه ډېر لوی دی، پر الله د هيچا سپارښتنه نه شي کېدلای. او حديث ذکر کړ، هغه ابوداؤد روايت کړی دی.
په دغه خبره کې ډېرې مسئلې دي:
لومړۍ: پر هغه چا رد کول چې وايي: موږ پر تا الله ته سپارښتنه کوو.
دويمه: د دغې کلمې له امله داسې بدلون راتلل چې د صحابه وو په مخونو کې وپېژندل شو.
درېيمه: دا چې د هغه دا وينا يې رد نه کړه: چې موږ پر الله تاته سپارښتنه کوو.
څلورمه: د (سبحان الله )پر تفسير تنبيه.
پنځمه: دا چې مسلمانان له نبي صلی الله عليه وسلم څخه د باران غوښتنه کوي.
باب دی په بيان د هغه څه کې چې د مصطفی صلی الله عليه وسلم د ملاتړ په اړه راغلي چې هغه د توحيد ملاتړ او د شرک د لارو بندول دي.
له عبدالله بن الشخير رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: د بني عامر په ډله کې زه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم؛ نو ومو ويل: ته زموږ سردار يې.
هغه وفرمايل: سيد (سردار) الله تبارک و تعالی دی.
موږ وويل: ته زموږ ټولو غوره يې او ترموږ ټولو لوی يې.
هغه وفرمايل: همدغه وينا او ځينې وينا مو واياست، او هيڅکله دې شيطان تاسو زړور نه کړي. دغه حديث ابوداؤد په ښه سند سره روايت کړی دی.
او له انس رضي الله عنه څخه روايت دی: چې ځينو خلکو وويل: اې د الله رسوله، اې زموږ غوره، ترموږ ټولو د غوره زويه، زموږ سرداره او د موږ ټولو د سردار زويه. نو هغه وفرمايل: اې خلکو! ځينې وينا مو وکړئ او هيڅکله دې شيطان تاسو ته څه ښکلي نه کړي، زه محمد د الله بنده او د هغه رسول يم، زه دا نه خوښوم چې تاسو ما له خپلې هغې مرتبې څخه لوړ کړی چې الله راکړې ده. دغه حديث نسائي په جيد سند سره روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: له غلو(بريد اوښتلو) څخه خلک وېرول.
دويمه: د هغه چا لپاره څه په کار دي چې ووايي چې ورته ويل شوي وي: ته زموږ سردار يې.
درېيمه: د هغه وينا: چې هيڅکله دې شیطان تاسو دې باجرءته نه کړي، سره له دې چې هغوی حق ويلی و.
څلورمه: د هغه وينا: زه نه خوښوم چې تاسو ما له خپلې مرتبې څخه پورته کړئ.
باب دی په بيان د هغه څه کې چې د الله تعالی د دغې وينا په اړه راغلي. او هغوی د الله په حقه قدر(درناوی) ونه کړ، ځمکه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه يو موټی وي او آسمانونه به يې په ښي لاس کې راټول وي، هغه پاک لوړ ذات دی له هغه څه څخه چې هغوی يې ورسره شريکوي. د الزمر سورت: ۶۷ ايت
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له احبارو څخه يو حبر(عالم) راغی ويې ويل: اې محمده، موږ دا خبره مومو چې آسمانونه د الله په يوه ګوته کې، ځمکې په بله ګوته کې، ونې په بله ګوته کې، اوبه په بله ګوته کې، ثری (ترځمکې لاندې برخه) په بله ګوته کې او ټول مخلوق په بله ګوته کې به وي؛ نو وايي به: زه پاچا يم، نبي صلی الله عليه وسلم وخندل تردې چې وروستي غاښونه يې ښکاره شول د هغه عالم وينا يې تصديق کړه بيا يې دغه آيت ولوست. او هغوی په حقه د الله قدر(درناوی) ونه کړ، ټوله ځمکه به د قيامت په ورځ د الله يو موټی وي.
او د مسلم په روايت کې دي: او غرونه او ونې به يې په يوه ګوته کې وي، بيا به يې وښوروي، نو وايي به زه پاچا يم زه الله يم.
او د بخاري په روايت کې دي: هغه به اسمانونه په يوه ګوته کې وګرځوي، اوبه او ثری به په بله ګوته کې او ټول مخلوق په بله ګوته کې. هغوی دواړو(بخاري او مسلم) روايت کړی دی.
او مسلم له ابن عمر څخه مرفوعا روايت کوي: د قيامت په ورځ به الله اسمانونه راټول کړي، بيا به يې په ښي لاس کې را واخلي، بيا به ووايي: زه پاچا يم، چېرې دي واک لرونکي او چېرې دي لويي کوونکي؟ بيا اووه ځمکې را ټولې کړي هغه په هغه بل لاس کې واخلي، بيا به ووايي: زه پاچا يم چېرې دي واک لرونکي او لويي کوونکي.
او له ابن عباس څخه روايت دی وايي: اووه اسمانونه او اووه ځمکې د رحمان (الله) په لاس کې داسې هم ندي لکه ستاسو د يوه په لاس کې چې د اوري دانه وي.
ابن جرير وايي: يونس راته روايت کوي چې ابن وهب خبر راکړ، وايي: ابن زيد وويل: پلار مې راته روايت وکړ وايي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: اووه اسمانونه د کرسۍ په نسبت داسې دي لکه اووه درهمونه چې په يو ډال کې واچول شي.
او وايي: چې ابوذر رضي الله عنه وفرمايل: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: نه ده کرسي د عرش په نسبت مګر په شان د یو بنګړی چې په یو صحراء کې غورځولای شوی وي.
او له ابن مسعود څخه روايت دی وايي: د دنيا د اسمان او ورڅېرمه اسمان ترمنځ پنځه سوه کاله واټن دی، بيا له هر اسمان څخه تر بل اسمان پورې پنځه سوه کاله واټن دی، د اووم اسمان او کرسۍ ترمنځ پنځه سوه کاله واټن دی، د کرسۍ او اوبو ترمنځ پنځه سوه کاله واټن دی، عرش بيا د اوبو پر سر دی او الله د عرش د پاسه(څنګه چې د هغه د شان سره لایق وي) دی، او ستاسو له کړنو څخه پر هغه هيڅ هم پټ ندي. ابن مهدي له حماد بن سلمه څخه روايت کړی، هغه له عاصم څخه، هغه له زر څخه او هغه له عبدالله څخه، او مسعودي له عاصم، هغه له ابووائل او هغه له عبدالله څخه همدارنګه روايت کړی دی، حافظ ذهبي رحمه الله وايي: دغه روايت لره يو شمېر طرق دي.
او له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا تاسې خبر ياست چې د اسمان او ځمکې ترمنځ څومره واټن دی؟ موږ وويل: الله او د هغه رسول ښه پوه دي: هغه وفرمايل: د هغو دواړو ترمنځ د پنځه سوه کلونو مزل دی، او له هر آسمانه تر بل اسمانه پنځه سوه کاله مزل دی، د هر اسمان پنډوالی د پنځه سوه کاله د مزل په اندازه دی، د اووم اسمان او عرش تر منځ يو درياب دی چې د هغه د ټېټې او لوړې برخې ترمنځ لکه د اسمان او ځمکې غوندې واټن دی، او الله د دغه(عرش) د پاسه دی، او د بني آدم له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
ابوداؤد او نورو دغه حديث روايت کړی دی.
پدې کې یو شمېر مسئلې دي:
لومړۍ: د الله تعالی د دغې وينا تفسير چې: ټوله ځمکه به د قيامت په ورځ د هغه په موټي کې وي.
دويمه دا چې دغه او دې ته ورته علوم له هغو يهودو سره پاتې وو چې د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې وو، هغوی انکار ترې ونه کړ او تاويل پکې ونه کړ.
درېيمه: دا چې لوی عالم کله نبي صلی الله عليه وسلم ته يادونه وکړه، د هغه تصديق يې وکړ او د دغه په سم بللو کې قرآن نازل شو.
څلورمه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري د خندا کېدل؛ کله چې لوی عالم دغه لويه پوهه یاده کړه.
پنځمه: په ډاګه د لاسونو يادونه او دا چې اسمانونه د الله په ښي لاس کې دي او ځمکې يې په بل لاس کې.
شپږمه: ځرګند د لاس نومول په چپ سره.
اوومه: دغه وخت د لويي کوونکي او ظالمانو يادونه.
اتمه: د هغه وينا: لکه د اوري دانه ستاسو د يوه په ورغوي کې.
نهمه: د اسمان په پرتله د کرسي (څوکۍ) لوی والی.
لسمه: د کرسي (څوکۍ په پرتله د عرش لوی والی.
يوولسمه: دا چې عرش له کرسي او اوبو پرته بل څه دی.
دولسمه: له يو اسمانه تر بل اسمانه څومره واټن دی.
ديارلسمه: د اووم اسمان او کرسي (څوکۍ) ترمنځ څومره واټن دی.
څوارلسمه: د کرسي (څوکۍ او اوبو ترمنځ څومره واټن دی.
پنځلسمه: دا چې عرش د اوبو له پاسه دی.
شپاړسمه: دا چې الله د عرش له پاسه دی.
اوولسمه: د اسمان او ځمکې ترمنځ څومره واټن دی.
اتلسمه: د هر اسمان پنډوالی سل کاله دی.
نولسمه: دا چې هغه درياب چې د اسمانونو له پاسه دی ټيټه او لوړه برخه يې پنځه سوه کاله واټن لري، والله اعلم
د توحيد کتاب د الله په فضل پای ته ورسېدی