المختصر في صفة الحج
د حج لنډه طریقه الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.
د حج لنډه طریقه الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين.
أما بعد:
دا د حج د ادا کولو د طریقې په اړه یو لنډ پیغام دی، موږ هڅه کړې چې ډیری هغه مسائل پکې بیان کړو چې حاجي ورته اړتیا لري.
موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي.
د ژبو په برخه کې د اسلامي محتوا د خدماتو د ټولنې علمي کمېټه
پیلیزه
لومړی: د عبادت د قبلېدو شرطونه:
د الله تعالی په نزد عبادت په دوو شرطونو سره قبلیږي:
اخلاص، چې موخه ترې یوازې د الله تعالی رضا او د آخرت ثواب وي، الله تعالی فرمایلي: ژباړه: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي). [البينة سورت : 5 ایت]. يعنې: هغه ته او د هغه عبادت ته رجوع کول، او له هغه پرته له ټولو مخ اړول. د سعدي تفسیر (مخ ۵۳۸)
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي: ژباړه: «اعمال د نیتونو پربنسټ دي، او هر چا ته هغه څه ورکول کېږي چې څه یې نیت کړی وي». [۲] بخاري، په شمېره (۱)، او مسلم، په شمېره (۱۹۰۷) کې روایت کړی دی.
په وینا او عمل سره د نبي صلى الله عليه وسلم پیروي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي: «چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي». بخاري (2697)، او مسلم (1718)، روایت کړی او مسلم په روایت کې (1718) دي. ژباړه: «که څوک داسې کوم کار وکړي چې زمونږ د دين امر پرې نه وي، هغه مردود دی». [۳] بخاري په: (۲۶۹۷) او مسلم په: (۱۷۱۸) شمېرو روایت کړی دی. [۴] مسلم په: (۱۷۱۸) شمیره روایت کړی دی.
***
لومړی: د میقاتونو احکام:
میقاتونه: هغه ځایونه دي چې نبي صلى الله عليه وسلم د حج او عمرې کولو لپاره د احرام تړلو ځایونه ټاکلي دي.
څوک چې د حج یا عمرې په نیت د دې میقاتونو څخه له یو نه تېرېږي، نو پرې واجب دي چې احرام ترې وتړي، او له احرام پرته ترې تېریدل روا نه دي.
څوک چې له دې میقاتونو څخه مکې ته نږدې وي: د هغه میقات د هغه خپل ځای دی؛ نو د حج او عمرې لپاره له هماغه ځای څخه احرام کوي.
او د مکې خلک او څوک چې پکې استوګن دي: د حج لپاره له مکې څخه احرام کوي، او د عمرې لپاره: له مکې څخه د باندې حِل ته وځي او احرام ترې کوي لکه: تنعیم او داسې نور.
که څوک په الوتکه کې وي: هغه وخت احرام تړي چې الوتکه د مېقات برابرۍ ته ورسېږي، نو میقات ته له رسېدو مخکې د احرام جامې چمتو کوي او اغوندي، او کله چې میقات ته ورسېږي سمدلاسه احرام کې د داخلیدو نیت کوي، دا ورته روا نه ده چې هوایي ډګر کې تر کوزیدو پورې احرام وځنډوي، هغه کولی شي میقات ته له رسېدو مخکې د تلبیې په ویلو سره د احتیاط له مخې تلبیه ووایي او احرام وکړي، لدې ویرې چې د تلبیې ویلو ځای ترې د طیارې د چټکتیا له امله تېر نه شي.
دویم: د مناسکو ډولونه او د هغوی احکام:
مناسک په درې ډوله دي: تمتع، إفراد او قِران.
تمتع د هغه چا لپاره غوره دی چې قرباني یې له ځان سره نه وي وړي، او تمتع دې ته وایي چې: د حج په مياشتو کې د عمرې احرام وکړي، طواف او سعي وکړي او بیا له احرام څخه ځان خلاص کړي، بیا په همغه کال کې د حج لپاره احرام وکړي.
او اِفراد دې ته وایي چې یوازې د حج لپاره احرام وکړي، کله چې مکې ته ورسیږي ورته سنت دي چې لومړی د قدوم طواف او بیا ورپسې سعي وکړي، خو سر به نه خریي او نه به یې کموي او له احرام څخه به ځان نه خلاصوي، بلکې تر هغه پورې به په احرام کې پاتې کیږي چې د اختر په ورځ د عقبې جمره وولي. او که چېرته یې د حج سعي د حج طواف ته وروسته کړه هم باک نه لري.
او قِران دې ته وایي چې د عمرې او حج لپاره یو احرام وکړي او ووایي: (لبيك اللهم عمرة وحجاً) (ای الله د عمرې او حج کولو اراده لرم).
او د قَارن عمل لکه د مُفرِد په څېر دی، پرته له دې چې په قارن قرباني شته او په مفرد نشته.
دریم: د احرام طریقه او حکمونه:
احرام کوونکی باید لاندې کړنې تر سره کړي:
غسل: د نارينه او ښځو لپاره سنت دی، حتی د حېض او نفاس لرونکو لپاره.
خوشبوی لګول: نارینه په سر او ږیره کې عود یا بل ډول خوشبویي کارولی شي، او له احرام وروسته یې په (بدن کې) د خشوبویي اثر پاتې کېدل زیان نلري، او د ښځو لپاره د خوشبویي استعمالول جواز نلري؛ ترڅو نامحرم نارینه یې بوی نه کړي.
د احرام جامې اغوستل، چې هغه د نارینه و لپاره لنګ او څادر دي، سنت دا ده چې سپینې پاکې او یا نوي وي، او ښځه دې د احرام لپاره هر هغه څه واغوندي چې زړه یې غواړي، خو چې ډول او سنګار په کې نه وي، همدارنګه د نقاب او دستکشو اغوستلو څخه دې ډډه وکړي، او خپل مخ او لاسونه دې په بل څه سره پټ کړي.
احرام تړل د لمانځه پسې مشروع دي، که هغه فرض لمونځ وي یا نفل، خو دا کار واجب نه دی.
نو که چېرته یې عمره کوله: (لبيك اللهم عمرة) به وایي، او که یې حج کاوه او حج یې افراد و نو (لبيك اللهم حجاً) به وایي، او که حج یې قارن و نو: (لبيك اللهم عمرة وحجاً) به وایي.
که چیرته احرام کوونکی ویره ولري چې د مناسکو د بشپړولو په لار کې به ورته کوم خنډ پېدا شي، نو ورته روا دي چې مشروط نیت وکړي او ووایي: (وإن حبسني حابس فمحلي حيث حبستني) (که چیرته د کوم خنډ له امله بند پاتې شوم، نو له احرام څخه د خلاصیدو ځای به مې همغه وي چېرته چې بند پاتې شوم)، نو کله یې چې دا شرط ولګاوه او بیا ورته کوم خنډ پیدا شو چې له امله یې مناسک پوره نه کړای شول، نو له احرام څخه به ځان خلاص کړي او هیڅ شی پرې نشته.
"بیا به زیاته تلبیه وايي: (لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شريك لك لبیک، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك)[2]، چې سړی به یې په لوړ غږ وایي او ښځینه یې هم د بیګانه سړیو په نه شتون کې په لوړ غږ ویلی شي، د احرام کوونکي لپاره مناسب ده چې تلبیه ډیره تکرار کړي، په ځانګړې توګه کله چې حالات او وخت بدلون ومومي لکه په لوړ ځای ختل، یا په ځوړې ښکته کېدل، یا دا چې شپه راشي یا ورځ شي. د "لبیک" ویلو معنی دا ده چې، ای ربه! په وار وار ستا د امر تابع یم، او معنا یې داده چې بنده د خپل رب بلنه ومني او پيروي یې وکړي. "إن الحمد والنعمة لك والملك " الحمد: په کمال او بشپړتیا سره د ستایل شوي ذات یادونه ده، نو کله چې دا الفاظ تکرار شي ثناء ویلو ته اوړي. (والنعمة) نعمت؛ هر هغه څه ته وایي چې الله تعالی پرې په خپل بنده لورینه کوي چې غوښتل شوی شی تر لاسه کړي او ناخوالي ترې چپې کړي او د (الملک) معنا دا ده چې: پادشاهي تا لره ده، ځکه یقینا چې حقیقي پادشاه یوازې الله دی، او د (لا شریک لک) معنا دا ده چې؛ ای الله! تا سره ستا په ځانګړو بشپړو صفتونو کې هیڅوک شریک نه دی چې له هغو صفتونو څخه په پادشاهۍ، خالقیت، د چارو تدبیر او الوهیت کې یووالی دی. په لنډه توګه له: مجموع فتاوى ورسائل العثيمين (22/ 96)
په عمره کې تلبیه ویل له احرام تړلو څخه د طواف تر پېلولو پورې روا ده، او په حج کې له احرام تړلو څخه تر دې پورې چې د اختر په ورځ د عقبې جمرې په ویشتلو پېل وکړي.
پر محرم واجب دي چې د احرام تر پایه له ممانعتونو څخه ځان وساتي.
څلورم: د احرام ممانعتونه
د احرام ممانعتونه په لاندې ډول دي:
د بدن له هر ځای څخه ویښتان خریل، کمول او یا ویستل.
د پښو یا لاسونو ټول یا ځینې نوکان پرې کول.
سر د هغه څه سره پټول چې پرې نښتی وي لکه: خولۍ، دستمال، پګړۍ، یا په سر څادر او رومال اچول، یا په کمپلې، کارتن یا بل داسې څه سره سر پټول چې موخه ترې د سر پټول وي. دا مانع یوازې د سړیو لپاره دی، پرته له ښځو څخه.
د بدن په اندازه منظمې جامې اغوستل؛ هغه چې خلک یې په عادي حالت کې اغوندي لکه: جوړې شوې جامې؛ کمیس او پرتوګ، جرابې او دستکشې. دا خاص د نارینه وو لپاره دي پرته له ښځینه وو؛ ځکه د ښځینه په حق کې یوازې:
نقاب، برقع، یا هغه څه چې د مخ پټولو لپاره د نقاب په څېر استعمالیږي منع دي، او د بېګانه سړیو د شتون پر مهال باید ښځه خپل مخ پټ کړي اګر که پرده یې له مخ سره هم لګیږي؛ او دا ورته روا ندي چې بل څه د دې لپاره په سر کلک وتړي چې څادر یې له سر سره ونه لګیږي؛ ځکه د دې کار د مشروعیت لپاره کوم دلیل نشته.
دستکشې په لاسونو کول، او د بېګانه سړیو د شتون پر مهال پرې د لاسونو پټول واجب دي چې په عبایه (حجاب) کې یې دننه کړي.
په بدن او د احرام په جامو کې خوشبویي لګول.
د وچې ښکار وژل، یا یې له وژلو پرته ښکار کول.
د ځان او یا بل چا لپاره مرکه یا خواستګاري کول.
د نکاح تړون.
له جماع پرته نږدېوالی لکه: ښکلول، او په شهوت سره لمس کول.
جماع، یعنې په شرمګاه کې کوروالی کول.
***
پنځم: د طواف طریقه
کله چې مُحرم مسجد الحرام ته ننوځي، نو سنت دي چې ښۍ پښه مخکې کړي او د جومات ته د ننوتلو دعا ووایي، یو له هغو معتبرو روایتونو څخه چې پدې اړه روایت شوی دا دی چې ووایی: «اللهم افتح لي أبواب رحمتك»، «اې الله! زما لپاره د خپل د رحمت دروازې خلاصې کړه» دا دعا هر جومات ته د ننوتلو پر مهال ویل کېږي، او یوازې په حرم شریف پورې محدوده نه ده.
کله چې وغواړي طواف پیل کړي، نو تلبیه دې بنده کړي، او اضطباع دې وکړي، د اضطباع طریقه دا ده چې: سړی د خپل (څادر) منځنۍ برخه خپل ښي (تخرګ) لاندې تېره کړي، او دواړ پېڅکې په کیڼه اوږه راواړوي، کله چې طواف پای ته ورسوي، نو څادر دې بېرته معمول حالت ته راولي (څنګه چې له طواف څخه مخکې و)؛ ځکه چې اضطباع یوازې د طواف پر مهال کیږي.
بیا به حجر الأسود ته لاړ شي او په ښي لاس سره به یې لمس او ښکل کړي، که ښکلول ورته ناشوني و، په لاس سره دې لمس کړي او لاس دې ښکل کړي، که چیرته یې په لاس لمسول ناشوني و، په یو بل څه سره دې یې لمس کړي لکه: امسا او یا بل څه او ښکل دې یې کړي، او که دا کار هم ناشونی و مخامخ دې ورته ودریږي او په لاس سره دې ورته اشاره وکړي او لاس دې نه ښکلوي، غوره دا ده چې ټېل ماټېل جوړ نه کړي او خلک ازار نه کړي.
د حجر الأسود د لمسولو، یا ورته اشارې کولو پر مهال به (الله أکبر) وایي.
بیا به ښي لاس ته حرکت وکړي، چې کعبه شریفه یې چپ لاس ته راشي، کله چې یماني رکن ته ورسیږي هغه به له ښکلولو پرته لمس کړي، که دا کار ناشونی و بیروبار به نه جوړوي او نه به ورته اشاره کوي.
او د یماني رکن او حجر الأسود تر منځه به : (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) وایي، یعنې (زموږ ربه! مونږ ته په دنیا کې ښېګڼه (نیکمرغي، سلامتي، رزق) او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت، رحمت) راکړه، او مونږ د دوزخ له عذاب څخه وژغوره).
هر کله چې د حجر الاسود څخه تېرېږي، نو په خپل لاس به ورته اشاره کوي او (الله اکبر) به وایي.
او د طواف په پاتې چکرونو کې د خپلې خوښې اذکار وایي، دعاګانې او د قرآن کریم تلاوت کوي.
سنت دا دی چې یوازې په لومړیو دریو ګردشونو کې رمل وکړي، او رمل په چټکۍ سره لنډو ګامونو اخېستلو ته وایي، او په نورو پاتې څلورو ګردشونو کې رمل نشته، بلکې عادی مزل پکې کوي.
کله یې چې طواف بشپړ کړ، مقام ابراهیم ته ورمخکې کیږی او دا آیت لولي: (وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلّىً)، او (مونږ وويل:) له مقامِ ابراهيم نه ’’لمونځ ځاى‘‘ جوړ كړئ، بیا که شونې وه تر شا یې دوه رکعته لمونځ کوي، که نه په هر ځای کې چې شونې وه هلته یې کوي چې، په لومړي رکعت کې له فاتحې وروسته: (قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) او په دویم رکعت کې له فاتحې وروسته: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) لولي. (... د ابراهیم علیه السلام له مقام (او درېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ ...). [البقرة: ۱۲۵] بیا که امکان ولري، دوه رکعته لمونځ دې د مقام تر شا وکړي، که نه نو په جومات (مسجد حرام) کې یې په هر ځای کې کولی شي، په لومړي رکعت کې به له فاتحې وروسته: ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ﴾ سورت لولي. [الكافرون: ۱] او په دویم رکعت کې له فاتحې وروسته: ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ﴾ سورت لولي. [الإخلاص: ۱]
شپږم: د سعې طریقه:
کله چې له طواف او دوه رکعته لمونځ کولو فارغ شو د سعی کولو ځای ته ورځي، کله چې د صفا (غونډۍ) ته نږدې شو: (إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّه) لولي، یعنې یقینا چې صفا او مروا د الله تعالی له نښو څخه دي. بیا وایي: "أبدأ بما بدأ الله به".یعنې په هغه څه سره پیل کوم چې الله تعالی پرې کړی دی. (یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي ...). بیا وايي: «أَبْدَأُ بِمَا بَدَأَ اللهُ بِهِ» [۶]. «په هغه څه پیل کوم چې الله په هغو پیل کړی دی». [۶] مسلم په (۱۲۱۸شمیره روایت کړی).
بیا صفا ته خیژي تر دې چې کعبه او یا د کعبې لوری وګوري، نو هغه لور ته مخ کوي، د الله تعالی یووالی، تکبیر کوي او وایي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده»، «له الله پرته بل معبود نشته، چې یوازې دی او هېڅ شریک نه لري، پاچاهي د هغه ده او ستاینه هغه لره ده، او هغه په هرڅه قادر دی، نشته بل معبود مګر یوازې یو الله دی، هغه خپله ژمنه پوره کړه، او د خپل بنده مرسته یې وکړه، او هغه یوازې احزابو ته ماتې ورکړه»، دغه ذکر درې ځلې تکراروي، او په منځ کې یې دعا کوي. «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ»، ثُمَّ دَعَا بَيْنَ ذَلِكَ. قَالَ مِثْلَ هَذَا ثَلَاثَ مَرَّاتٍ [7]. «هیڅ حق معبود نشته مګر یوازې الله تعالی دی، هغه لره هېڅ شریک نشته، د ده لپاره بادشاهي ده او د ده لپاره ټوله ستاینه ده، او هغه په هر شي باندې قادر دی. هیڅ معبود نشته مګر یوازې الله تعالی دی، هغه ذات چې خپله وعده یې پوره کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه، او یوازې یې د دښمنانو ډلې ته ماته ورکړه»، بیا یې د دې په مینځ کې دعا وکړه. دا دعا یې درې ځلې ووېله. مسلم په (۱۲۱۸ شمیره روایت کړی).
بیا له صفا څخه مروا ته پیدل راکوزیږي، نو کله چې شنې نښې ته ورسېږي، نارینه تر دویمې شنې نښې ته رسیدو پورې خپل تګ ګړندی کوي، بیا له هغې وروسته خپل عادي مزل ته راګرځي او د ښځو لپاره ګړندی تګ جواز نلري.
نو کله چې مروه ته ورسېږي هغه کارونه یې چې په صفا کې ترسره کړي و مروه کې یې هم ترسره کوي. (دویمه فقره).
بیا له مروه څخه صفا ته پيدل راکوزیږي، کله چې شنې نښې ته ورسېږي، نارینه خپل تګ ګړندی کوي تر دې چې دویمې نښې ته ورسېږي، بیا خپل عادي تګ کوي.
او همداسې چې اووه ګردشونه بشپړ شي، له صفا څخه مروه ته تګ یو ګردش او له مروه څخه صفا ته بل ګردش دی.
او په سعی کې یې چې هر ذکر، دعا، او د قرآن کریم تلاوت خوښ وي هغه کوي.
اووم: د سر خریلو او لنډولو طریقه
کله چې عمره کوونکی خپل طواف او سعی بشپړ کړي، نو که نارینه وي د سر خرییل او یا کمول پرې واجب دي، او سنت طریقه دا ده چې خریل یا کمول باید ټول سر ته شامل وي.
د سر خریل د لنډولو څخه غوره دي، مګر دا چې د حج وخت دومره نږدې وي چې د سر د وېښتانو د ودې لپاره بسنه نه کوي؛ نو بیا غوره ده چې وېښتان لنډ شي.
او ښځه د خپلو وېښتانو له څوکو څخه د ګوتې د یو بند په اندازه ویښتان لنډوي.
او چا چې د حج لپاره احرام کړی وي، نو که حج یې افراد یا قِران وي هغه به له ویښتانو څخه څه شی نه اخلی، مګر د اختر په ورځ؛ وروسته له دې چې د عقبې جمره وولي.
او پدې سره عمره کوونکي خپله عمره پای ته ورسوله، او همدا رنګه د تمتع حج لپاره عمره کوونکي د عمرې مناسک پای ته ورسول.
د حج طریقه
لومړی: په حج سره احرام تړل:
د هغه چا لپاره چې د حج اراده یې کړي وي، سنت طریقه دا ده چې که دی په مکه کې وي او یا له میقات دننه وي، نو د ترویې په ورځ (۸ د ذوالحجې) دې له خپل ځای څخه د څاښت په وخت کې احرام وتړي، که نه نو په کوم میقات چې تیریږي له هغه نه دی یې وتړي.
او د حج لپاره به په احرام کې هغه څه کوي چې د عمرې لپاره یې کړي وو لکه: غسل کول، خوشبوی لګول او لمونځ، نو د حج لپاره به د احرام نیت کوي او تلبیه به وایي، او د حج لپاره د تلبیې ویلو طریقه داسې ده لکه د عمرې لپاره، خو دلته به د : (لبیک عمرة) پر ځای: (لبيك حجاً) وایي.
که چیرته احرام کوونکی ویره ولري چې د مناسکو د بشپړولو په لار کې به ورته کوم خنډ پېدا شي، نو ورته روا دي چې مشروط نیت وکړي او ووایي: (وإن حبسني حابس فمحلي حيث حبستني) (که چیرته د کوم خنډ له امله بند پاتې شوم، نو له احرام څخه د خلاصیدو ځای به مې همغه وي چېرته چې بند پاتې شوم)، نو کله یې چې دا شرط ولګاوه او بیا ورته کوم خنډ پیدا شو چې له امله یې مناسک پوره نه کړای شول، نو له احرام څخه به ځان خلاص کړي او هېڅ شی پرې نشته.
"بیا به دا تلبیه ډیره وایي: (لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شريك لك لبیک، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك) چې نارینه به یې په لوړ غږ وایي او ښځینه به یې هم په لوړ غږ وایي خو پدې شرط چې بیګانه سړي نه وي، د احرام کوونکي لپاره مناسب ده چې تلبیه ډیره تکرار کړي، په ځانګړې توګه کله چې حالات او وخت بدلون مومي، لکه په لوړ ځای پورته کېدل، یا ټیټ ځای ته کوزېدل، یا د شپې او ورځې تلل راتلل.
او له احرام تړلو څخه تلبیه ویل روا دي، تر دې چې د اختر په ورځ د عقبه جمرې ویشتلو ته ورسیږي.
پر محرم واجب دي چې د احرام په ممنوعه کارونو کې د احرام تر پایه ښکېل نه شي، ترڅو چې له احرام حلال شي.
***
دویم: په منا کې شپه تېرول:
بیا په اتمه ورځ سنت طریقه دا ده چې منا ته لاړ شي؛ هلته د ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن او سهار لمونځونه هر یو بېل بېل په خپل وخت کې قصر ادا کړي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په منا کې لمونځونه هر یو په خپل وخت کې قصر کول.
دریم: په عرفات ودریدل او په مزدلفه کې شپه تېرول:
نو کله چې د نهمې ورځې - چې د عرفې ورځ ده - لمر راوخېږي، له منا څخه عرفات ته روانیږي، نو که شونې وه په نمره کې تر زوال پورې تم کیږي، کنه باک نه لري؛ ځکه چې په نمره کې تم کېدل سنت دي.
کله چې زوال وشي نو د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه دوه دوه رکعته کوي او د دواړو وختونو لمونځونه سره په ماسپښین کې یو ځای کوي چې دې ته (جمع تقدیم وایي)، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړي و.
بیا د لمانځه پسې ذکر، دعا او الله تعالی ته د زارۍ کولو لپاره ځان فارغوي، قبلې ته مخ کوي، لاسونه پورته کوي او د خپلې خوښې دعاګانې کوي.
او په دې لوی موقف کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا دا وه: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير». «له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پادشاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی».
نو که چېرته ستړی شو او غوښتل یې چې له خپلو ملګرو سره ګټورې خبرې اترې وکړي، یا ګټور کتابونه ولولي، په ځانګړې توګه هغه چې د الله تعالی د سخاوتمندۍ او پراخو انعامونو سره تړاو لري؛ د دې لپاره چې په هغه ورځ یې د هیلمندۍ اړخ پیاوړی شي نو ښه ده، بیا بیرته الله تعالی ته په زارۍ کولو او دعاګانو سره راګرځي، او کوښښ کوي چې د ورځې وروستۍ برخه د دعا لپاره فرصت وګڼي او ګټه ترې واخلي، ځکه چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.
کله چې د عرفې د ورځې لمر ډوب شي، مزدلفې ته روانیږي.
کله چې مزدلفې ته ورسیده نو د ماښام لمونځ درې رکعته او د ماخوستن لمونځ دوه رکعته کوي؛ دواړه لمونځونه سره (په ماخوستن کې) یو ځای کوي.
او که چېرته یې ویره درلوده چې مزدلفې ته به له نېمې شپې وروسته ورسیږي، نو بیا لمونځ کوي، که څه هم مزدلفې ته له رسیدلو وړاندې وي، او ورته روا نه دي چې لمونځ له نېمې شپې بعد وخت ته وروسته کړي.
په مزدلفه کې شپه تیروي، کله چې رڼا شي د سهار لمونځ وخته له اذان او اقامت سره کوي.
بیا د مشعر الحرام په لور روانیږي، الله تعالی په یووالي سره یادوي، تکبیرونه وایي او د خپلې خوښې دعاګانې کوي، تر دې چې ښه رڼا شي، او که مشعر الحرام ته یې تلل نه کېدل، نو په خپل ځای کې دې دعا وکړي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وقفت هاهنا وجمع كلها موقف»، (زه دلته ودرېدم او ټوله مزدلفه د ودرېدلو لپاره ځای دی) دا په داسې حال کې چې قبلې ته به یې مخ کړی وي او د ذکر او دعا لپاره به یې لاسونه پورته کړي وي. «زه دلته ودرېدم - یعني: په مشعر باندې - او جمع (مزدلفه) ټوله د ودرېدلو ځای دی» [۸]، او د دعا پر مهال به یې مخ قبلې ته وي او لاسونه به یې پورته کړي وي. [۸] أبو داود په: (۱۹۳۶) شمیره روایت کړی.
څلورم: د اختر د ورځې کارونه:
کله چې ښه رڼایي ولګیږي، نو د لمر ختو نه مخکې له مزدلفې څخه منا ته روانیږي، او په وادي محسر نومې ځای کې (چې یو خوړ دی) ګړندی کیږي.
کله چې منا ته ورسیږي د عقبې جمره په اوو کاڼو پرلپسې ولي، دا تر ټولو وروستۍ جمره ده چې مکې مکرمې ته نږدې ده، هر یو کاڼی باید د خرما د زړې په اندازه وي تقریبا، او د هر کاڼی سره الله اکبر وايي.
بیا که شونې وه خپله قرباني حلالوي.
بیا نارینه خپل ویښتان خروي یا یې لنډوي او خرول غوره دي، او د ښځو لپاره د ویښتانو خرییل نشته، هغوی یوازې د وېښتانو څوکي اخلي.
نو کله یې چې جمره وویشته، ویښتان یې وخریل، لومړی تحلل ورته حاصل شو چې پدې سره ورته له ښځې پرته نور هر څه حلالیږي.
بیا د افاضې د طواف لپاره مکې مکرمې ته ځي، نو طواف کوي او بیا یې که حج تمتع و، نو د حج لپاره سعي کوي، او که مفرِد یا قارِن و او د قدوم له طواف نه وروسته یې سعي نه وه کړې، نو سعې کوي، او کولی شي چې طواف او سعي شپې ته یا دویمې ورځې ته وروسته کړي، چې هر ډول ورته اسان وو.
پنځم: د تشریق د ورځو اعمال
کله یې چې جمره وویشته، طواف او سعی یې وکړه، نو په پوره توګه ورته تحلل حاصلیږي، آن د خپلې ښځې سره یو ځای کېدل ورته روا کیږي.
بیا منا ته ګرځي، هلته یوولسمه، دولسمه او دریارلسمه شپه تېروي؛ دیارلسمه شپه د هغه چا لپاره ده چې تر پایه د پاتې کېدلو اراده ولري.
او درې واړه جمره به له زوال څخه وروسته ولي.
په یوولسمه ورځ لومړۍ جمره په اوو کاڼو پرلپسې ولي - هغه چې له مکې څخه تر ټولو لرې او خَیف جومات ته نږدې ده - له هر کاڼي سره تکبیر وایي. بیا لږ مخکې ځي او د خپلې خوښې اوږده دعا کوي، که د اوږد وخت لپاره ورته ودرېدل او دعا کول سخت و، کولی شي د لږ وخت لپاره تم شي او آسانه دعا وکړي تر څو سنت طریقه پر ځای شي.
بیا په همدې ډول منځنۍ جمره ولي او وروسته ترې دعا کوي.
بیا د عقبې جمره ولي، خو وروسته ترې دعا نه کوي او روانیږي.
بیا په دولسمه ورځ هم لکه د یوولسمې ورځې په څېر جمرې ولي؛ نو کله یې چې د جمرو ویشتل بشپړ کړل، کولی شي بیړه وکړي او له منا څخه ووځي.
او که یې غوښتل چې تاخیر وکړي، او تاخیر کول غوره دي، نو دیارلسمه شپه تیروي، درې واړه جمرې له زوال نه وروسته لکه د تېرو ورځو په څېر ولي.
او دیارلسمې ورځې ته پاتې کېدل (تأخیر) واجب نه دی، مګر دا چې د دولسمې ورځې لمر پرې په منا کې ډوب شي، نو بیا پرې تأخیر لازمي دی، چې باید پاتې شي او په دیارلسمه ورځ له زوال نه وروسته درې واړه جمرې وولي.
خو که د ده له اختیار نه پرته پرې دوولسمې ورځې لمر په منی کې ډوب شو ، د بېلګې په توګه چې روان شوی وي، موټر کې سپور شوی وي، خو د موټرو د بیروبار او یا بل څه له امله پرې ناوخته شي؛ نو بیا اړین ندی چې پاتې شي؛ ځکه چې تر لمر ډوبېدو یې ځنډېدل بې اختیاره و.
شپږم: طواف الوداع:
کله یې چې له مکې څخه خپل هېواد ته د وتلو اراده وکړه نو له طواف الوداع پرته به له مکې څخه نه وځي.
مګر هغه ښځې چې حېض یا نفاس ولري، پر هغوی طواف الوداع نشته، او نه ښایي چې د مسجد الحرام په دروازو کې د مخه ښې لپاره ودریږي؛ ځکه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت ندي.
او کله چې غواړي سفر وکړي نو طواف الوداع دې د بیت الله شریف سره خپل وروستی کار وګرځوي.
که چیرته له طواف الوداع نه وروسته - خپلو ملګرو ته د انتظار، یا سامان بارولو، یا په لار کې سودا اخېستلو له امله - پاتې شو باک نه لري او طواف به بیا نه کوي، مګر دا چې د سفر د وروسته کولو اراده ولري، بیا دې د بېلګې په توګه خپل سفر د ورځې پای ته وروسته کړي، او اړین دی چې بیا د مخه ښې طواف وکړي تر څو یې وروستی دیدار د بیت الله سره وشي.
***