فضائل وآداب المسجد النبوي
د نبوي جومات فضائل او آداب او د پیغمبر ﷺ د قبر او د هغه د دواړو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت کولو احکام
د نبوي جومات فضائل او آداب او د پیغمبر ﷺ د قبر او د هغه د دواړو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت کولو احکام
چمتو کوونکی
د مسجد الحرام او مسجد النبوي د ديني چارو د ریاست علمي کمیټه
۱۴۴۷هـ
مقدمه
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن استنَّ بسنته، واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:
دا لنډه رساله ده، چې د نبوي مسجد تر ټولو مهم فضایل، د هغه د زیارت آداب، او د نبي ﷺ د قبر او د هغه د دواړو ملګرو (رضی الله عنهما) د قبرونو د زيارت آداب پکې بیان شوي دي، موږ دا د نبوي مسجد زیارت کوونکو ته راټول کړي چې د امت د نبي ﷺ د جومات فضیلت، د هغه زیارت او پکې د لمانځه د آدابو په اړه پوهه او بصیرت ولري، له کريم او منان ذات څخه هيله لرو چې دغه رساله ګټوره، نېکه او د خپلې رضا لامل وګرځوي، بېشکه هغه تر ټولو غوره ذات دی چې سوال ترې کیږي او تر ټولو سخي ذات دی چې هیله ترې کېږي.
علمي کمېټه
اول: د نبوي مسجد فضیلتونه
الله تعالی فرمایلي: او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي. [القصص سورت: 68 آیت]، الله تعالی دا ځای د خپل رسول - صلی الله علیه وسلم - لپاره د جومات په توګه غوره کړی او په ډېرو فضیلتونو یې ځانګړی کړی چې ځینې یې دا دي:
دا یو له هغو درېیو جوماتونو څخه دی چې په موخه یې کډې تړل کیږي (سفر ورته کیږي).
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم ته يې نسبت کوي: «له درېیو جوماتونو پرته د سفر په موخه مه ځئ چې هغه: زما دغه جومات، مسجد الحرام، او مسجد الأقصا دي»[1]. [۱] بخاري په: (1189) او مسلم په: (1397) شمیرو روایت کړی او دا لفظ د مسلم دی.
په هغه کې لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی، پرته له مسجد الحرام څخه:
نو له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه»[2]. [۲] بخاري په (1190) او مسلم په (1395) شمیرو روایت کړی او دا لفظ د بخاري دی.
دا هغه جومات دی چې بنیاد يې له اولې ورځې نه پر تقوا ایښودل شوی دی:
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدو ته ورغلم چې هغه له خپلو مېرمنو څخه د یوې په کور کې و، نو ومې ویل: اې د الله رسوله، په دغو دوو جوماتونو کې کوم یو دی چې پر تقوا یې بنسټ اېښودل شوی دی؟ نو (رسول الله ﷺ) یو موټی کاڼي راواخیستل، پر ځمکه یې وویشتل او بیا یې وفرمایل: «همدا ستاسو جومات دی» (يعنې) د مدينې جومات[3]. [3] مسلم په (1398) شمیره روایت کړی دی.
په دې کې د طالب العلم اجر د الله په لار کې د مجاهد د اجر په څېر دی:
او له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي چې ویل یې: «څوک چې زما دې جومات ته راشي، او یوازې د کوم خېر د زده کولو او یا بل ته ښودلو لپاره راغلی وي، نو هغه د الله تعالی په لار کې د مجاهد په څېر دی، او څوک چې له دې پرته د بل څه لپاره راشي، نو د هغه سړي په څېر دی چې د بل چا مال ته ګوري»[4]. [4] ابن ماجه په : (227) شمېره په صحيح سند سره روايت کړی دی.
د دې لپاره چې پدې کې روضه شریفه ده:
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «زما د کور او منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه یوه باغچه ده، او زما منبر زما پر حوض دى»[5]. [۵] متفق عليه: بخاري، په: ۱۱۹۵، او مسلم، په: ۱۳۹۰ شمېرو روایت کړی.
دويم: د مسجد النبوي شریف د زیارت مستحب والی
د همدې او نورو فضیلتونو له امله - په نبوي مسجد کې د لمانځه او عبادت کولو لپاره - د هغه زیارت مستحب دی.
د حج څخه مخکې یا وروسته د حاجي او غير حاجي لپاره د نبوي مسجد زیارت سنت دی او دا زیارت د حج له شروطو، ارکانو او واجباتو څخه نه دی، او له هغه سره هيڅ تړاو نه لري.
- د نبوي مسجد د زیارت لپاره د لمونځونو کوم ځانګړی شمېر، یا په مدینه منوره کې د یوې ځانګړې مودې اوسېدل شرط نه دی، بلکې زیارت یې په یو لمونځ سره هم پوره کېږي، که هغه فرضي وي او یا نفلي، خو هر څومره چې پکې د لمونځونو شمېر زیات شي، هغومره یې اجر هم زیاتېږي.
د نبوي جومات زیارت کوونکي لپاره مستحب دي چې ټول فرضي او نفلي لمونځونه پکې ادا کړي؛ ځکه چې په هغه کې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله، پرته له مسجد الحرام، د زرو لمونځونو څخه غوره دی.
درېیم: د نبوي مسجد د زیارت آداب
کله چې مسلمان نبوي جومات ته راشي، نو ښايي چې د جوماتونو عام او د نبوي جومات خاص شرعي آداب مراعت کړي، او هغه دا دي:
چې جومات ته په عاجزۍ، درناوي، طهارت، ښایسته بڼه او خوږ بوی سره راشي، له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې د لمانځه لپاره غږ وشي، نو په بېړه ورته مه راځئ، بلکې په آرامۍ سره ورته راشئ، څه (لمونځ)مو چې لاندې کړ هغه ادا کړئ، او څه چې درڅخه تللی و، نو بشپړ یې کړئ، ځکه کله چې له تاسو څخه یو تن د لمانځه قصد وکړي، نو هغه په لمانځه کې دی»[6]، او له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او دا چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي»[7]، او ښځه چې کله جومات ته راځي، نو پرې واجب دي چې په خپل حجاب کې پټه وي، او خوشبويي یا عطر لګول ورته روا ندي؛ رسول الله ﷺ فرمایلي: "کله چې له تاسو څخه کومه يوه جومات ته حاضرېږي، نو خوشبويي دې نه لګوي"[8]. [۶] بخاري په (۶۳۶)، او مسلم په (۶۰۲) شمېره نقل کړی دی. [۷] متفق عليه: بخاري په: ۸۴۶ او مسلم په: ۸۵۸ شمېره روایت کړی، او مُحْتَلِم بالغ ته وايي. [۸] مسلم په (۴۴۳) شمېره نقل کړی دی.
نبوي جومات ته د ننوتلو پر مهال د ښۍ پښې مخکې کول، او جومات ته د ننوتلو دعا ویل. نو زیارت کوونکي ته مستحب دي چې نبوي جومات ته د ننوتلو پر مهال د نورو جوماتونو په څېر خپله ښۍ پښه مخکې کړي او دا دعا دې ووایي: «بِسْمِ اللَّهِ، وَالسَّلَامُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ»[9]، «د الله په نوم، او سلام دې وي په رسول الله، اې الله، زما ګناهونه وبخښه او زما لپاره د خپل رحمت دروازې پرانیزه»[9]، او همدا رنګه وایي: «أَعُوذُ بِاللَّهِ العَظِيمِ، وَبِوَجْهِهِ الكَرِيمِ، وَسُلْطَانِهِ القَدِيمِ، مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ»[10]. «زه په لوی الله، د هغه په کریم مخ او د هغه په ازلي قدرت سره له رټل شوي شیطان څخه پناه غواړم»[10]. [9] ابن ماجه په صحیح سند سره په: (٧٧١) شمېره روایت کړی. [۱۰] ابو داود په: (۴۶۶) شمېره په صحیح سند سره نقل کړی دی.
د تحیة المسجد ادا کول: هغه چا ته چې نبوي مسجد ته د لمانځه لپاره ننوځي، سنت دي چې له کېناستو څخه مخکې دوه رکعته تحیة المسجد لمونځ وکړي، د ابو قَتَادَةَ الحَارِث بْن رِبْعِيٍّ الأنْصَارِيِّ رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ""کله چې یو له تاسو څخه جومات ته ننوځي، نو تر هغه پورې دې نه کېني چې دوه رکعته لمونځ یې نه وي ادا کړی"[11]." [11] متفق عليه: بخاري، په شمېره (۱۱۷۱) او مسلم، په (۷۱۴) شمېره روایت کړی دی.
د لوی فضیلت له امله په لومړيو صفونو کې پر لمانځه کولو ټینګار؛ او دا یوازې لمانځه ته په وختي ورتګ سره کیږي، دلیل یې د ابو هریرة رضي الله عنه حدیث دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) او بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای»[۱۲]، او خپلو اصحابو - رضي الله عنهم - ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې چې فرمایي: «مخکې شئ؛ او ما پسې اقتدا وکړئ، او هغه کسان چې ستاسو شاته دي، هغوی دې تاسو پسې اقتدا وکړي، ځیني خلک تر هغه پورې وروسته وروسته کیږي چې الله تعالی یې وروسته پاتې کړي»[۱۳]. [۱۲]متفق عليه: بخاري، په: (۶۱۵)، او مسلم، په: (۴۳۷) شمېرو روایت کړی. [۱۳] مسلم په (۴۳۸) شمېره روایت کړی.
او ښځې چې دي نو د هغوی لپاره غوره ده چې له سړیو څخه لرې په وروستیو صفونو کې لمونځ وکړي، د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: "د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي"[۱۴]، خو که دوی په جلا توګه لمونځ کوي، یا د دوی او نارینه وو تر منځ پرده وي، لکه څنګه چې په نبوي مسجد کې دي، نو د هغوی لپاره تر ټولو غوره صفونه لومړني دي؛ ځکه چې په دې حالت کې علت له منځه ځي. [۱۴] مسلم په: (۴۴۰) شمیره روایت کړی دی.
د امام تر شا لمونځ کول او ترې له مخکې کېدو څخه ځان ساتل؛ له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي ﷺ فرمایلي: "«امام د دې لپاره ټاکل شوی چې پیروي اقتدا پسې وشي»[۱۵]. [۱۵] بخاري په (۷۲۲) او مسلم په (۴۱۷) شمیره روایت کړی دی.
او لمونځ کوونکي ته جایز نه دي چې له امام څخه مخکې شي مګر د ضرورت په حالت کې، کله چې جومات په لمونځ کوونکو داسې ډک شي چې د امام له مخې پرته د لمانځه لپاره بل ځای ونه مومي.
د صفونو ترمنځ د تشو ځایونو په ډکولو او د صفونو په برابرولو ټینګار، خو د خلکو له تنګولو، پر اوږو يې له تېرېدو، او د لمونځ کوونکو له مخې تېرېدلو څخه باید ځان وساتل شي؛ ځکه چې دا کار د ګناه لامل ګرځي.
په روضه شریفه کې لمونځ کول د هغه چا لپاره چې ورته اسان وي؛ د ابوهریره رضي الله عنه د حدیث پر اساس چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی، فرمایي: «زما د کور او منبر ترمنځ د جنت د باغچو څخه یوه باغچه ده، او زما منبر زما پر حوض دی»[۱۶]. [16] متفق عليه: بخاري، په (۱۱۹۵) او مسلم په (۱۳۹۰) شمېره روایت کړی .
په روضه کې د لمانځه په اړه کوم ځانګړی فضیلت نه دی ذکر شوی، خو دا ثابته ده چې دا د جنت له باغونو څخه یوه باغچه ده - لکه څنګه چې پرې د ابو هریرة رضي الله عنه مخکنی حدیث دلالت کوي - او عبادتونه د خپل زمان او مکان د فضیلت له امله غوره کېږي.
* زیارت کوونکی دې په روضه کې د لمانځه لپاره هغه مناسب وختونه وټاکي چې ګڼه ګوڼه پکې کمه وي؛ نو روا نه ده چې هلته د لمونځ کولو لپاره د خپلو مسلمانانو وروڼو مزاحمت وکړي، د خلکو له اوږو څخه تېر شي، او يا د لمونځ کوونکو له مخې تېر شي، ځکه په روضه کې لمونځ نفل دی، نو د حرام کار له لارې دې دغه نفل نه ترلاسه کوي. همدارنګه زیارت کوونکی باید روضې ته د ننوتلو اړوند د ځانګړو قوانینو او ترتیباتو پابند وي، مناسب وختونه دې غوره کړي، او د زیارت کوونکو د ننوتلو له تنظیموونکو سره دې همکاري وکړي.
په ډېرو نیکو عملونو سره وخت غنیمت ګڼل، څو انسان خپل خالق سبحانه ته نږدې شي، لکه لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، ذکر، دعا، د ذکر په مجلسونو کې ګډون، علمي درسونه، د قرآن کریم د زده کړې حلقې او داسې نور.
د الله عزوجل د کتاب احترام او په پاڼو کې یې له بې ځایه لاسوهنې، پرې لیکلو، او یا څنګ ته یې د بوټ په ایښودلو، یا پر ځمکه غوړلو او داسې نورو سره، د هغه له سپکاوي او بې احترامۍ څخه یې ساتنه، الله تعالی فرمایلي: ﴿ذَٰلِكَۖ وَمَن يُعَظِّمۡ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقۡوَى ٱلۡقُلُوبِ﴾32. (همداسې ده، او څوک چې د الله (د دين) د نښانو درناوى كوي نو دا کار زړونو له تقوا څخه دی). [الحج سورت: 32 ایت ].
له هغه څه څخه د سترګو ساتنه چې الله عز وجل حرام کړي دي: د نبوي مسجد پر زیارت کوونکو واجب دي چې خپلې سترګې له هغه څه څخه ښکته وساتي چې کتل ورته روا نه دي او باید په دې مبارکو ځایونو کې د ګناه د ارتکاب پر لویوالي او هغو سزاګانو پوه شي چې پرې مرتبېږي؛ ځکه چې ګناهونه د زمان او مکان په عظمت سره په اندازه او کیفیت کې لویېږي، او همدارنګه نېک عملونه هم. او مسلمانه ښځه باید په شرعي حجاب کلکه پابندي وکړي او خپل زینت ښکاره نه کړي، ترڅو نارینه په فتنه کې وا نه چوي، ځکه چې ددې کار ګناه ډېره لویه ده.
په عکس اخیستلو یا په موبایل کې د عکسونو او ویډیوګانو په کتلو له بوختېدو څخه ځان ساتل، او د دې کار خطر هغه وخت ډېرېږي، کله چې دا عکسونه او ویډیوګانې حرامې وي.
د مسجد نبوي پاک ساتل له هر هغه څه څخه چې د هغه له شان سره وړ نه وي، لکه جنجالونه، د غږ لوړول، د ورک شوي شي اعلانول، خرڅلاو، او داسې نور کارونه چې په هغه او نورو جوماتونو کې باید ونشي؛ د ابو هریره رضی الله عنه د حدیث پر بنسټ چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړی فرمایلي دي: «کله چې تاسې په جومات کې څوک ووينئ چې پلور يا پېر کوي، نو ورته ووايئ: الله دې په سوداګرۍ کې ګټه درنه کړي، او کله چې تاسې څوک ووينئ چې په جومات کې د ورک شوي شي اعلان کوي، نو ورته ووايئ: الله دې درته بېرته در نه کړي»[۱۷]. [۱۷] ترمذي په (۱۳۲۱) شمېره او ابن خزیمه په (۱۳۰۵) شمېره په صحیح سند سره روایت کړی دی.
پر شخصي نظافت ټینګار، او له بد بویۍ لکه هوږې، پیازو، سګرېټو خولو او داسې نورو څخه ځان ساتل، چې د خپلو لمونځ کوونکو وروڼو د ازار سبب ګرځي؛ له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې هوږه یا پیاز وخوړل، نو له موږ څخه دې جلا شي - یا یې وفرمایل: زموږ له جومات څخه دې ځان ګوښه کړي - او په خپل کور کې دې پاتې شي»[۱۸]. [۱۸] بخاري په (۷۳۵۹) او مسلم په (۵۶۴) شمېره روایت کړی دی.
د نبوي مسجد پاک ساتل او په جومات او انګړونو کې یې د خځلو نه غورځول، لکه د خوړو پاتې شوني او د روژه ماتي دسترخوانونه، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې، او یا په لارو او انګړونو کې لاړې غورځول، او داسې نور.
په لارو، د دروازو په خولو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې له لمانځه کولو څخه ډډه کول، ځکه چې دا کار د فساد، د لارو بندېدو، او مسلمانانو ته د ازار رسېدو لامل ګرځي.
نارینه او ښځې دې په نبوي مسجد یا د هغه په خواوشا ساحو کې، هر یو په خپل ځانګړي ځای کې لمونځ ادا کړي، نه دې سړی د ښځې تر څنګ لمونځ کوي او نه ښځه د سړي تر څنګ، او تر خپلې وسې باید د امام له مخکې کېدو څخه ډډه وشي.
له مسجد څخه د راوتلو پر مهال به چپه پښه مخکې کوي او وايي: «اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ»[19]، «اې الله، زه ستا د فضل غوښتنه کوم»[۱۹]، يا دې په رسول الله ﷺ درود ووایي، او ودې وایي: «رَبِّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي، وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ فَضْلِكَ»[20]. "ای ربه، زما ګناهونه وبخښه، او زما لپاره د خپل فضل دروازې پرانېزه" [۲۰]. [۱۹] مسلم په (۷۱۳) شمیره روایت کړی دی. [۲۰] ترمذي په (۳۱۴) شمیره په صحيح سند سره روایت کړی دی.
څلورم: د پیغمبر ﷺ او د هغه د دوو صاحبینو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت کولو احکام او آداب
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د دوو ملګرو: ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د قبرونو زيارت کول، د مدینې اوسېدونکو او راغلو مسافرو او زیارت کوونکو لپاره مستحب دی؛ د هغو عمومي دلایلو له مخې چې د قبرونو د زيارت پر مشروعيت دلالت کوي، چې له جملې څخه یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول دی: «ما تاسو د قبرونو له زیارت څخه منع کولئ، نو زیارت یې وکړئ»[۲۱]. [۲۱] مسلم په (۹۷۷) شمېره نقل کړی دی.
او د رسول الله ﷺ له وفات نه وروسته پرې د سلام پر فضیلت د هغه ﷺ دا وینا دلالت کوي: «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې ځواب یې ورکړم»[۲۲]. [۲۲] احمد په خپل مسند کې په (۱۰۸۱۵) شمیره روایت کړی او سند یې حسن دی.
او ښځو ته نه د رسول الله ﷺ د قبر او نه هم د نورو مسلمانانو د قبرونو زیارت کول روا دي، ځکه چې د قبرونو زیارت د نارینه وو لپاره مشروع دی، خو ښځې د قبرونو له زیارت څخه منع شوي دي، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: «رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبرونو پر زيارت کوونکو (مېرمنو)، او هغو کسانو لعنت ويلی چې جوماتونه پرې جوړوي او څراغونه پرې روښانه کوي»[۲۳]، او له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې: «رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبرونو پر زیارت کوونکو (مېرمنو) لعنت ویلی دی»[۲۴]. [۲۳] ابو داود په (۳۲۳۶)، ترمذي په (۳۲۰) او نسائي په (۲۰۴۳) شمیره نقل کړی دی. [۲۴] ترمذي په : (۱۰۵۶) او ابن ماجه په: (۱۵۷۶) شمیره روایت کړی او اسناد يې حسن دی.
*او د رسول الله ﷺ قبر ته يوازې د زيارت په نيت سفر کول روا نه دي، بلکې په خپل سفر کې دې د جومات د زيارت او پکې د لمانځه کولو نيت وکړي، نو کله چې په مدينه کې مېشت شي، د قبر زيارت ورته روا دی، لکه څنګه چې د مدینې اوسیدونکو ته روا دی؛ دلیل یې د رسول الله ﷺ دا وینا ده چې فرمایي: «له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: زما دغه جومات، مسجد الحرام، او مسجد الأقصا دي»[۲۵]. [۲۵] بخاري په (۱۱۸۹)، او مسلم په (۱۳۹۷) شمیرو روایت کړی او دا لفظ د مسلم دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر او د هغه د صاحبینو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت شرعي آداب.
زیارت کوونکی به د نبي ﷺ د قبر مخامخ ودریږي، بیا به په ادب او ټیټ غږ سره پر نبي ﷺ داسې سلام وایي: (السلامُ عليك يا رسول الله، ورحمة الله وبركاته)، او که پر دې یې زیاتونه وکړه او ویې ویل: (أشهد أنك قد بلغت الرسالة، وأديت الأمانة، ونصحت الأمة، وجاهدت في الله حق الجهاد) یعنې زه ګواهي ورکوم چې تا خپل رسالت ادا کړی، امانت دې سپارلی، امت ته دې نصیحت او لارښوونه کړې او د الله په لار کې دې حق جهاد کړی دی) نو په دې کې څه حرج نشته؛ ځکه چې دا ټول حق دي.
بیا یو ګام ښي خوا ته مخکې ځي؛ ترڅو د ابو بکر صدیق رضي الله عنه قبر ته مخامخ شي او ووايي: (السلام عليك يا أبا بكر الصديق، السلام عليك يا خليفة رسول الله ﷺ رضي الله عنك وأرضاك، وجزاك عن أمة محمد ﷺ خيرًا). یعنې: سلام دې وي پر تا ای ابوبکر الصدیق! سلام دې وي پر تا ای د الله د رسول ﷺ خلیفه، الله دې تانه راضي شي او تا دې خوشحال کړي، او د محمد ﷺ د امت لخوا دې تاسو ته ښه اجر درکړي.
بیا یو ګام ښي خوا ته مخکې ځي، ترڅو د عمر بن الخطاب رضي الله عنه قبر ته مخامخ شي، او وايي: (السلامُ عليك يا عمر الفاروق رضي الله عنك وأرضاك، وجزاك عن أمة محمد ﷺ خيرًا) یعنې سلام دې وي پر تا ای عمر الفاروق! الله دې له تا څخه راضي شي او تا دې راضي کړي او الله دې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له خوا تاسو ته ښه اجر درکړي."
او کله چې به ابن عمر رضی الله عنهما له سفر څخه راستون شو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر ته به ورته او ویل به یې: «سلام دې وي پر تا، اې د الله رسوله، سلام دې وي پر تا، اې ابو بکره، سلام دې وي پر تا، اې زما پلار جانه!، بیا به روان شو»[۲۶]. [۲۶] بيهقي په «السنن الكبرى» کې په: (۱۰۲۷۱) شمېره، په صحيح سند روایت کړی دی.
نه به د قبر دیوالونه لمسوي او ښکلوي او نه یې پنجره.
امام مالک رحمه الله فرمايلي: کله چې په نبي ﷺ سلام وايي، نو قبر ته دې مخ کړي؛ نه قبلې ته، او ورنژدې دې شي، سلام دې ووایي او په خپل لاس دې قبر نه لمسوي"[۲۷]. [۲۷] الشفا للقاضي عياض (۲/ ۱۹۹).
او علماوو اتفاق کړی چې د نبي ﷺ په قبر به لاس نه راکاږي او نه به یې ښکلوي.
د قبر سره به ډېر نه تم کیږي، بلکې سلام به ووايي او روانیږې به.
امام مالک رحمه الله فرمايي: "زما په اند دې څوک د نبي ﷺ قبر سره د دعا لپاره نه درېږي، بلکې سلام دې ووایي او تېر دې شي" [۲۸]. [۲۸]الشفا للقاضي عياض (۲/ ۱۹۹).
او نافع -رحمه الله- فرمایلي دي: "ابن عمر به قبر ته سلام کاوه .. ما هغه سل ځله او تر هغه ډېر لیدلی چې قبر ته به راته او ویل به یې: "السلام على النبي ﷺ. السلام على أبي بكر، السلام على أبي"، بیا به ولاړ" [۲۹]. [۲۹] الآجري په کتاب الشریعة (۵/۲۳۷۴) کې په (۱۸۵۳) شمیره روایت کړی دی.
او هغه څه چې ځینې زیارت کوونکي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر د زیارت پر مهال کوي لکه: غږ پورته کول او د اوږد مهال لپاره ودریدل، نو دا کار د شریعت خلاف عمل دی.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او يا له هغه پرته د نورو مخلوقاتو څخه د ګټې تر لاسه کولو، یا زيان لرې کولو، حاجت پوره کولو، سختۍ لرې کولو، ناروغ ته شفا ورکولو، شفاعت غوښتلو، له عذاب څخه د نجات غوښتلو، او يا داسې نورې دعاګانې غوښتنل جواز نه لري؛ ځکه چې له الله پرته له بل چا څخه په هغو چارو کې غوښتنه چې یوازې الله تعالی پرې وس لري، حرام او لوی شرک دی، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ٱدۡعُونِيٓ أَسۡتَجِبۡ لَكُمۡۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسۡتَكۡبِرُونَ عَنۡ عِبَادَتِي سَيَدۡخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ60﴾(او ستاسو رب ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم، يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي). [غافر سورت: ۶۰ ایت ]، الله سبحانه و تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ عِبَادٌ أَمۡثَالُكُمۡۖ فَٱدۡعُوهُمۡ فَلۡيَسۡتَجِيبُواْ لَكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ194﴾ (بې شكه هغه چې تاسو يې له الله نه پرته رابلئ، هغوى هم ستاسو په شان بندګان دي، نو را ويې بلئ ځواب دې درکړي، كه تاسو رښتيني ياست. [الأعراف سورت: ۱۹۴]ایت ، او الله تعالی فرمایلي: ﴿وَأَنَّ ٱلۡمَسَٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدۡعُواْ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدٗا18﴾ (او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو له الله سره هيڅوك مه رابولئ). [الجن سورت: ۱۸ آیت].
د قبر تر څنګ دې الله تعالی نه دعا نه غواړي، که د دعا اراده ولري، نو له قبر څخه دې وړاندې شي، قبلې ته دې مخ کړي او دعا دې وکړي، او د دعا لپاره دې قبر ته مخ نه کوي.
او امام مالک رحمه الله فرمایلي: «زه دا سم نه ګڼم چې د نبي صلی الله علیه وسلم د قبر سره ودریږي او دعا وکړي».
جومات ته د ننوتلو او يا وتلو پر مهال قبر ته ډېر تګ راتګ کول، نه د مدينې اوسېدونکو او نه هم له بهر څخه راغلو زيارت کوونکو ته روا دي، ځکه وېره شته چې دا به قبر ته ورتګ یو دود وګرځول شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منعه کړې ده او فرمايلي دي: «زما قبر دودیز ځای مه ګرځوئ، او خپل کورونه مو هدیرې مه ګرځوئ، هر چېرې چې ياست پر ما درود وایئ، ځکه ستاسو درود ماته رارسېږي»[۳۰]. [۳۰] احمد په المسند کې په: (۸۸۰۴) شمیره روایت کړی او اسناد يې حسن دی.
او د «لا تتخذوا قبري عيدًا» معنی دا ده چې: په ځانګړو وختونو او حالاتو کې ورته بیا بیا ورتګ، لکه د هغه د زیارت لپاره هره ورځ، اونۍ یا میاشت ځانګړې کول، یا د ځینو ځانګړو حالاتو له امله یې زیارت کول دي. او ویل شوي چې: هغه داسې موسم مه ګرځوئ چې تاسو پکې راټولېږئ[۳۱]. [۳۱]وګوره: المفردات؛ د الراغب الأصفهاني ( ۵۹۴ مخ)، شرح الصدور بتحريم رفع القبور د شوكاني (۱۶) مخ.
امام مالک -رحمه الله- فرمايلي: "څوک چې د مدینې له اوسېدونکو څخه وي او جومات ته ننوځي او وځي، پر هغه د قبر تر څنګ درېدل لازم نه دي، بلکې دا یوازې د مسافرو لپاره دي"[۳۲]." [۳۲] الشفا د قاضي عياض (۲/ ۲۰۴)، المدخل د ابن الحاج (۱/ ۲۶۲).
او د هغه رحمه الله وینا چې وایي «دا يوازې د مسافرو لپاره دی» يعنې یوازې زيارت، نه دا چې د وتو او ننوتو پر مهال تکرار شي.
د قبر مخې ته دې د لمونځ کوونکي په څېر نه دریږي چې خپل یو لاس پر بل د سینې له پاسه یا لاندې کېږدي؛ ځکه دا حالت یوازې په لمانځه پورې ځانګړی دی او دا د ذلت او خضوع یوه بڼه ده چې یوازې د الله پاک لپاره ښایي.
پر نبي ﷺ د سلام اچولو لپاره له لرې ځایه د قبر لور ته مخ نه ګرځول کیږي لکه ځینې خلک يې چې کوي؛ ځکه دا کار صحابه و رضي الله عنهم ندی کړی، او نه هم سلف صالحینو لکه څلورو امامانو او نورو.
د دعا ، تلاوت او داسې نورو کارونو پر مهال باید قبر ته مخ ونه ګرځول شي، ځکه دا د هغو مخکینیو بدعتونو په څېر دی او مسلمان ته روا نه دي چې په خپل دین کې هغه څه نوي کړي چې الله تعالی یې اجازه نه وي ورکړې، او امام مالک رحمه الله دې ته ورته عملونو څخه انکار کړی او ويلي يې دي: «د دې امت آخر نه اصلاح کېږي مګر په هغه څه چې اول یې پرې اصلاح شوی دی»[۳۳]. [33]مجموع فتاوى ابن باز (۱۶/ ۱۱۰).
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سلام ویلو پرمهال په عکس اخیستلو او ژوندۍ خپرونې باندې نه بوختېدل.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم