د مسلمان لپاره ګټور لنډیز
دا کتاب د اسلامي دین اصول په لنډ او بشپړ ډول بيانوي، چې لوستونکو ته د صحيح عبادت بنسټونه او په الله تعالی، د هغه پر ملاېکو، کتابونو، پېغمبرانو، د آخرت پر ورځ او پر تقدیر د ايمان راوړلو معناګانې څرګندوي. دا کتاب د اسلام د نعمت او د الله تعالی، د هغه د صفاتو او ښکلو نومونو د پېژندنې د ارزښت په بیانولو سره پیلیږي، بیا د اسلام د پنځګونو ارکانو او د ایمان د ارکانو په اړه بحث ته ورتېرېږي او همدارنګه د احسان مفهوم او پر مؤمن یې اغېز څېړي. د کتاب ځانګړتیا دا ده چې د دواړو وحیو (قرآن او سنتو) پر دلایلو استناد کوي چې دا مسلمانانو ته په یوه ساده بڼه د هغوی د دین د اصولو د ښوونې لپاره یوه مهمه سرچینه…
د مسلمان لپاره ګټور لنډیز
پېل کوم د الله په نوم چې ډېر مهربان او خورا بښونکی دی
سريزه.
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين،
پر انسان د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه یو پر هغه د اسلام د نعمت لورینه، پرې ثابت پاتې کېدل او پر احکامو او شریعت یې عمل کول دي، او په دې کتاب کې مسلمان هغه اصول زده کوي چې دين يې پرې سميږي، په داسې لنډه بڼه چې د دې ستر دين نښې ورته روښانه کوي؛ تر څو رب تعالی، د اسلام د دين او خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم ښه وپیژني او د الله تعالی بنده ګي په بصیرت او پوهي وکړي.
د بندګانو له پېدایښت څخه حکمت
الله تعالی موږ د یوه ستر حکمت لپاره پیدا کړي یو چې یوازې له کوم شریک پرته یې عبادت وکړو الله پاک فرمایلي: (او ما پيریان او انسانان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي. [الذاريات سورت: 56 آیت] یعنې: چې یوازې هغه په عبادت سره ځانګړی کړي، چې هېڅ شریک نلري، او دا هغه ستر مقصد دی چې په دې دنیا کې زموږ ټول اعمال او مقاصد پرې راڅرخيږي، الله پاک فرمايلي: (نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ). نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى). [المؤمنون سورت : 115-116 ایت].
الله مې رب دی.
الله تعالی فرمایلي: (ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسې او له تاسې وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسې ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه). [البقرة: 21].
الله تعالی فرمایلي: (الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته) [الحشر: 22].
الله تعالی فرمایي: (د هغه په شان هيڅوک نشته او همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى). [الشورى: 11].
همدا الله زما رب هم دی او د بل هر شي رب هم، د هر شي مالک، پيدا کوونکی، روزي ورکوونکی او د هر شي تدبير جوړوونکی.
• يوازې همغه د بندګۍ وړ دی، له هغه پرته نه بل پروردګار شته او نه بل د بندګۍ وړ معبود.
هغه لره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي چې هغه د خپل ځان لپاره ثابت کړي او د هغه نبي ﷺ د هغه لپاره ثابت کړي دي، چې په کمال او ښکلا کې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسېدلي دي، د هغه په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او لیدونکی دی.
له ښایسته نومونو یې ځینې دا دي:
روزي ورکوونکی، مهربان، ځواکمن، پاچا، اورېدونکی، امن ورکوونکی، ليدونکی، ذمه وار، پيدا کوونکی، باریک بین، بسیا کوونکی او بښونکی.
الرزاق: د بندګانو د هغې روزۍ ذمه وار، چې د هغوی زړونه او بدنونه پرې ژوندي دي.
الرَّحْمن: د پراخ او ستر رحمت څښتن چې هر څه یې رانغاړلي دي.
القدير: د بشپړ توان خاوند چې نه پکې کمزوري شته او نه ستړيا.
المَلِك: هغه ذات دی چې د لویۍ، قهر او تدبیر په صفتونو موصوف دی، د ټولو شیانو مالک او په هغو کې تصرف کوونکی دی.
(السمیع) هغه ذات چې ټول اورېدل کېدونکي څیزونه؛ پټ وي او که ښکاره اوري، او د خپلو بندګانو دعاګانې او هغه ته د هغوی زارۍ اوري.
السَّلَام: له هرې نیمګړتیا، آفت او عیب څخه سالم دی.
البَصِيرُ: هغه ذات چې هر شی يې تر نظر لاندې دی، که څومره پټ او کوچنی هم وي، د شيانو ليدونکی، پرې پوه او له پټو څخه يې خبر دی.
الوَكِيْل: د خپل مخلوق د روزيو ذمه وار، د هغوی د مصلحتونو سرپرست او هغه ذات چې خپل دوستان يې په دوستۍ نيولي، نو چارې يې ورته اسانې کړي او هر څه لره يې دی بس دی.
الخالق: له مخکینۍ بېلګې پرته د شيانو پيدا کوونکی او پنځوونکی.
اللطيف: هغه ذات چې خپلو بندګانو ته عزت ورکوي، رحم پرې کوي او غوښتنې يې پوره کوي.
الكَافِي: هغه ذات چې خپلو بندګانو ته په ټولو هغو شيانو کې بسیا دی چې دوی ورته اړ دي، او هغه ذات چې د ده په مرسته کې له بل هر چا څخه بسنه او بې پروايي ده.
الغَفُوْر: هغه ذات چې خپل بندګان د هغوی د ګناهونو له شره ساتي او سزا پرې نه ورکوي.
نبي مې محمد صلی الله علیه وسلم دی
(الله) تعالی فرمايلي دي: (بېشکه تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاسې د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبة: 128].
الله تعالی فرمايي: (او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره). [الأنبياء سورت: ۱۰۷ ایت].
محمد صلی الله علیه وسلم ډالۍ شوی رحمت:
هغه محمد بن عبد الله بن عبد المطلب بن هاشم دی. او هاشم له قریشو څخه دی، او قریش له عربو څخه دي.
مور يې: آمنة بنت وهب، او رضاعي مور يې: حليمة السعدية، هغه ﷺ له يوولسو مېرمنو سره واده وکړ، او د مړینې پر مهال یې نهه میرمنې وې.
د نبي ﷺ اووه اولادونه وو، درې زامن او څلور لوڼې؛ زامن يې: قاسم، عبدالله او ابراهيم، او لوڼې يې: زينب، رقيه، ام کلثوم او فاطمه دي.
په کومو شیانو يې چې امر کړی هغو کې يې طاعت واجب دی، او له کومو شيانو يې چې خبر ورکړی په هغو کې يې تصديق واجب دی، له کومو شيانو يې چې منع او نهې کړې ځان ساتل ترې ضروري دي، او د الله عبادت به يوازې د هغه له شريعت سره سم کېږي.
د هغه پیغام او له هغه څخه مخکې د ټولو نبيانو پیغام د یو الله عبادت ته بلنه ده چې شریک نه لري، الله تعالی فرماېلي: (او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ). [الأنبياء سورت: 25 آیت].
او هغه صلی الله عليه وسلم د نبيانو او رسولانو د لړۍ پای ته رسوونکی دی لکه الله سبحانه وتعالی چې فرماېلي: (محمد - صلی الله عليه واله وسلم - ستاسي له نارينه وو څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى). [الأحزاب سورت: 40 آیت].
الله تعالی هغه د اسلام له دين سره ټولو خلکو ته لیږلی ، لکه څنګه چې هغه سبحانه فرمايلي: (او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلك نه پوهيږي). [سبأ سورت: ۲۸ ایت].
او د هغه صلی الله علیه وسلم په هر مسلمان ستر حقونه دي، چې ځینې یې دا دي:
۱- د هغه پر نبوت او رښتینولۍ اېمان لرل، او د هغه ستر شریعت پر عصمت چې هغه راوړی دی، او په هغې کې د هغه اطاعت او پیروي کول، الله تعالی فرمایي: (او نه له خپله هوسه غږيږي) دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي). [النجم سورت: 3-4 ایتونه].
2- د هغه صلی الله علیه وسلم سره د مینې واجبوالی او د هغه مینې ته پر ځان، اولاد او ټولو مخلوقاتو لومړیتوب ورکول؛ او د دې مینې غوښتنه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په لارښوونه کې موافقت کول، او په هغه څه کې یې اطاعت کول چې هغه پرې امر کړی او له هغه څه څخه ډډه کول دي چې هغه ترې منع فرمایلې ده.
۳- د هغه ﷺ درناوی، ملاتړ، تعظیم او اجلال کول واجب دي.
۴- پر هغه ﷺ درود ویل او هغه: پر هغه ﷺ ثنا ویل او له الله څخه دا غوښتل دي چې د هغه ذکر لوړ کړي او تعظیم او شرف یې زیات کړي، رسول الله ﷺ فرمایي: (چا چې پر ما یو ځل درود ووایه، الله تعالی به یې پرې لس ځلې ووایي) مسلم روایت کړی.
۵- د هغه ﷺ په اړه له غلو (زيادت) او له هغې مرتبې څخه يې د پورته کولو څخه ممانعت چې الله ورکړې ده؛ نو یقیناً نبي ﷺ له دې څخه ډېر سخت خبرداری ورکړی دی، لکه څنګه چې هغه ﷺ وفرمایل: (زما په ستاينه کې له بريده مه اوړئ لکه نصاراوو چې د مريمې زوی له بريده زيات وستايلو، بېشکه زه د هغه يو بنده يم؛ نو ووايئ: د الله بنده او د هغه رسول دی) بخاري روايت کړی.
د هغه ﷺ له صفاتو څخه:
رښتينولي، مهرباني، نرمي، صبر، زړورتيا، سخا، ښه اخلاق، عدل، تواضع او بخښنه.
قران کريم مې د رب کلام دی.
الله تعالی فرمایلي دي: (ای خلكو يقينا چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼايي نازله كړې (چى قران دى). [النساء: 174].
قرآن کریم د الله تعالی کلام دی چې په حقیقت سره یې پرې خبرې کړې دي، او په خپل پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې نازل کړی، ترڅو خلک له تیارو څخه رڼا ته راوباسي او مستقیمې لارې ته یې لارښوونه وکړي، څوک يې چې ولولي؛ هغه لره لوی ثواب دی او څوک يې چې پر لارښوونو عمل وکړي، په نېغه لاره به تللی وي. له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (څوک چې د الله تعالی له کتاب څخه يو حرف ولولي، نو د هغه لپاره يوه نېکي ده، او یوه نېکي په لس چنده ده، زه نه وايم چې ﴿الم﴾ يو حرف دی، بلکې الف يو حرف دی، لام يو حرف دی، او ميم يو حرف دی) ترمذي روایت کړی.
الله پاک هغه له تبدیل او تحریف څخه ساتلی دی، او د قیامت تر ورځې پورې یې یوه تلپاتې نښه ګرځولې ده، الله پاک فرمایلي دي: (بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو). [الحجر سورت: 9 آیت] نو هر چا چې دا دعوه وکړه چې قرآن نیمګړی یا تحریف شوی دی، هغه الله تعالی او د هغه رسول -صلی الله علیه وسلم- دروغ ګڼلي دي او د اسلام له دین څخه وتلی دی.
او قرآن کریم پر هغه څه مشتمل دی چې مخکېني کتابونه پرې مشتمل وو، او د الهي مطالبو او نفسي اخلاقو په برخه کې زیاتوالی لري، او په هغو کې د راغلی حق تصدیقوونکی دی، او په دې زمانه کې د الله تعالی له لوري داسې بل کوم کتاب نشته چې پیروي کول یې، سپېڅلی ګڼل یې، په تلاوت یې عبادت کول او پرې عمل کول واجب وي؛ پرته له قرآن کریم څخه.
زما دین اسلام دی
دین درې مرتبې لري: اسلام، ایمان او احسان.
لومړۍ مرتبه: اسلام
اسلام: په توحید سره الله ته تسلیمیدل، او د اطاعت له لارې هغه ته غاړه ایښودل، او د شرک او د هغه له اهل څخه بې زاري ده.
د اسلام بناوې
هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د رمضان روژه نیول، او د بیت الله حج کول) متفق علیه.
د اسلام ارکان هغه عبادتونه دي چې په هر مسلمان لازم دي، او د انسان اسلام د هغو پر وجوب له اعتقاد او ادا کولو پرته نه صحیح کیږي؛ ځکه چې اسلام پر هغو بنا دی، له همدې امله ورته د اسلام ارکان ویل شوي دي.
او دا ارکان دا دي:
لومړی رکن: ګواهي ورکول چې له الله پرته د بندګۍ وړ بل هيڅوک نه شته او محمد د الله رسول دی.
الله تعالی فرمایلي دي: (نو پوه شه چې په رېښتيا له الله پرته (په حق سره) بل معبود نشته) [محمد: 19].
او الله تعالی فرمایلي: (بېشکه تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاسې د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبة: 128].
د «لا إله إلا الله» د ګواهۍ معنا دا ده، چې له الله پرته بل هيڅ حق معبود نشته.
د «محمد رسول الله» د ګواهۍ معنا دا ده، چې په کوم شي هغه امر کړی ويې منو، له کومو شيانو يې چې خبر ورکړی تصديق يې وکړو، له کومو شيانو يې چې نهې او منع کړې ډډه ترې وکړو او يوازې د شريعت سره سم د الله بندګي وکړو.
دويمه بنا: په صحیح توګه د لمانځه ادا کول.
الله تعالی فرمایي: (او لمونځ قائم کړئ) [البقرة سورت: 110 آیت].
د لمانځه قاېمول په هغه ډول د هغه اداء کول دي چې الله تعالی مقرر کړی او د هغه رسول محمد -صلی الله عليه وسلم- مونږ ته راښودلی دی.
درېيمه بنا: زکات ورکول.
الله تعالی فرمايلي دي: (او زکات ورکړئ) [البقرة: 110].
زکات الله تعالی د مسلمان د ايمان د رښتينولۍ ازمويلو لپاره فرض کړی، بل دا چې د خپل پروردګار د دې احسان شکر ادا کړي چې د مال نعمت يې ورکړی او د غريبانو او اړمنو مرسته وکړي.
د زکات ورکړه داسې وي چې مستحقو خلکو ته ورکړل شي.
زکات په هغه مال کې يو فرض حق دی چې ټاکلې اندازې ته رسېدلی وي، اته (۸) ډوله خلکو ته ورکول کېږي چې الله په قران کريم کې ذکر کړي او غريب او مسکين هم په کې دي.
د زکات په ورکړه کې د مهربانۍ او زړه سوي، د مسلمان د اخلاقو او مال د پاکولو، د غريبانو او مسکينانو د زړونو خوشحالولو او د مسلمانې ټولنې د وګړو تر منځ د مينې او ورورولۍ د اړيکو پياوړي کولو صفت پروت دی، له همدې امله يې نېک مسلمان د زړه په خوښه ادا کوي او په ورکړه يې له دې امله خوشحالېږي چې نور خلک پرې خوشحاله شوي دي.
د زکات اندازه په ذخيره شويو سرو زرو، سپينو زرو، نغدو او د ګټې لپاره پير او پلور ته جوړو شويو سوداګريزو توکو کې دی چې قيمت يې ټاکلې اندازې ته رسېدلی او يو بشپړ کال پرې تېر شوی وي؛ ۲.۵٪ ده.
همدا رنګه په هغه چا زکات واجبیږي چې د بهیمة الأنعام (اوښانو، غواګانو او پسونو) یو ټاکلی شمېر ولري، که چېرې هغوی د کال ډېره برخه د ځمکې واښه خوري، پرته له دې چې خاوند یې ورته خوراک ورکړي.
همدارنګه په هغه څه کې زکات واجبیږي چې له ځمکې راوځي، لکه رکاز ـ او دا هغه څه دي چې د جاهلیت د دورې له خښو شویو خزانو څخه موندل کیږي ـ او همدارنګه لکه غلې، دانې او معدنیات، کله چې یوې ټاکلې اندازې ته ورسیږي.
څلورم رکن: د رمضان د میاشتې روژه نیول.
الله تعالی فرمايلي دي: (اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسې پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاران شئ). [البقرة: ۱۸۳].
رمضان په هجري کليزه کې د کال نهمه مياشت ده، دا د مسلمانانو په اند يوه محترمه مياشت ده چې د کال د نورو مياشتو په پرتله ځانګړی مقام لري او ټوله مياشت روژه نيول يې د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو رکن دی.
د رمضان روژه دې ته وايي چې د روژې د مبارکې مياشتې په ټولو ورځو کې د سهار له راختو څخه تر لمر لوېدو پورې له خوراک، څښاک، کوروالي او بل هر روژه ماتوونکي شي څخه په ډډې کولو سره د الله بندګي وشي.
پنځمه بنا: د بيت الله شريف حج کول.
الله تعالی فرمايلي دي: (او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري [آل عمران : 97].
حج د هغه چا لپاره چې توان یې لري، په ټول عمر کې يوځل دی، او هغه: په ټاکلي وخت کې د ځانګړو عبادتونو د ترسره کولو لپاره په مکه مکرمه کې د بيت الله الحرام او مقدسو ځايونو قصد کول دي، بېشکه نبي ﷺ حج کړی او تر هغه وړاندې نورو انبياوو هم حج کړی دی. الله تعالی ابراهيم عليه السلام ته امر وکړ چې په خلکو کې د حج غږ وکړي، لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کريم کې پدې اړه خبر ورکړی فرمايي: (او په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي). [الحج : 27].
دویمه مرتبه: ایمان
ایمان: اقرار، پرېکنده رېښتیا ګڼل، او په ټولو هغو څه بشپړ اعتراف کول دي چې الله او رسول یې پرې د ایمان راوړلو امر کړی دی، او په ښکاره او پټه تسلېمول دي، نو دا په زړه رېښتیا ګڼل او هغه عقیده ده چې د زړونو عملونه او د بدن عملونه پکې شامل دي او دا د ټول دین قایمولو ته شامل دی چې په اطاعت سره زیاتیږي او په نافرمانۍ سره کمیږي.
د ایمان ارکان
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه د ایمان په اړه پوښتنه وشوه، نو ویې فرمایل: (دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو، د آخرت په ورځ او د خیر او شر په تقدیر ایمان ولرې).
د ایمان رکنونه هغه قلبي عبادتونه دي چې په هر مسلمان لازم دي، او د انسان اسلام پر هغو له عقیدې درلودلو او د هغو له غوښتنې سره سم له عمل کولو پرته نه صحیح کیږي، له همدې امله د ایمان د رکنونو په نوم نومول شوي دي، او د اسلام د ارکانو سره یې توپیر پدې کې دی چې د اسلام ارکان ظاهري عملونه دي چې انسان یې په خپلو اندامونو سره ترسره کوي لکه په ژبه د شهادتینو ویل، لمونځ او زکات؛ او د ایمان ارکان د زړه عملونه دي چې انسان یې په خپل زړه سره ترسره کوي لکه: پر الله، د هغه پر ملاېکو، د هغه پر کتابونو او د هغه پر رسولانو ایمان راوړل.
لومړی رکن: په الله ایمان
الله تعالی فرمايلي: (بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله يې ايمان راوړى وي) [النور: 62].
مونږ د الله - تعالی - په وجود ایمان لرو، او په خپل ربوبیت، الوهیت، او خپلو نومونو او صفتونو کې د هغه پر یووالي باور لرو، نو په الله - تعالی - ایمان درلودل لاندې چارو ته شاملیږي:
د الله سبحانه وتعالی پر شتون ايمان.
د الله سبحانه وتعالی پر ربوبيت ايمان او دا چې هغه د هر شي مالک، پيدا کوونکی، روزي ورکوونکی او کارساز دی.
د الله پاک په الوهيت ايمان او دا چې يوازې همغه د عبادت وړ دی، چې هيڅ شريک پکې نه لري لکه: لمونځ، دعا، نذر، حلاله، مرسته غوښتل، پناه غوښتل او ټول نور عبادتونه.
- د هغه په ښاېسته نومونو او لوړو صفتونو ایمان راوړل؛ هغه چې د خپل ځان لپاره یې ثابت کړي او یا یې نبي ﷺ ورته ثابت کړي دي، او نفي کول د هغو شیانو چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي او یا یې نبي ﷺ ترې نفي کړي دي، او دا چې د هغه نومونه او صفتونه په کمال او ښکلا کې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسیدلي، او دا چې د هغه په څېر هیڅ شی نشته او هغه ښه اورېدونکی او ښه لیدونکی دی.
دويم رکن: پر ملايکو ايمان
الله تعالی فرمايلي دي: (الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځوونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى). [فاطر: 1].
موږ ایمان لرو چې ملاېکې غیبي عالم دی، او دا چې دوی د الله -تعالی- بندګان دي، له نور څخه یې پیدا کړي، او د هغه مطیع او تابع یې ګرځولي دي. اما بعد:
او دوی یو لوی مخلوق دی چې د هغوی پر ځواک او شمېر باندې له الله تعالی پرته بل هېڅوک نه پوهیږي، او د دوی څخه د هر یوه لپاره صفتونه، نومونه او دندې دي چې الله تعالی ورته ځانګړې کړې دي، او له دوی څخه جبرئيل عليه السلام دی چې پر وحي ګمارل شوی دی، چې د الله تعالی له لوري یې د هغه رسولانو ته نازلوي.
درېيم رکن: پر کتابونو ايمان.
(الله) تعالی فرمايلي دي: (ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې نازل شوی دی پر موږ او پر هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوي دي پر ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او اولادې (د دوی) او پر هغو (کتابونو او معجزاتو هم ایمان لرو) چې موسی او عیسی علیهما السلام ته ورکړل شوي دي او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړی شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب لخوا، حال دا چې نه کوو فرق په منځ د یوه تن د دوی کې او موږ الله ته غاړه ایښودونکي یو). [البقرة: 136].
مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - پر خپلو رسولانو کتابونه نازل کړي دي، تر څو پر نړیوالو حجت او د عمل کوونکو لپاره روښانه لاره وي. هغوی ته پرې حکمت ورښيي او هغوی پاکوي.
او دا چې الله سبحانه وتعالی ټولو خلکو ته د خپل نبي محمد صلی الله عليه وسلم په رالېږلو سره، د هغه په شريعت ټول مخکېني شريعتونه منسوخ کړل، او قرآن کريم يې پر نورو ټولو اسماني کتابونو حاکم او د هغو ناسخ وګرځاوه، او الله تعالی له هر ډول بدلون او تحريف څخه د قرآن کريم د ساتنې تضمین کړی دی، نو الله تعالی فرمايي: (بې شکه موږ پخپله نازل کړی دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو). [الحجر : 9]. ځکه چې قرآن کریم انسانانو ته د الله تعالی وروستی کتاب دی او د هغه پېغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - د رسولانو وروستی پیغمبر دی، او د اسلام دین هغه دین دی چې الله د انسانانو لپاره تر قیامته پورې خوښ کړی دی، الله تعالی فرمایلي دي: (بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى) [ال عمران: 19].
هغه اسماني کتابونه چې الله تعالی په خپل کتاب کې ذکر کړي دي، دا دي:
قرآن کریم: الله تعالی پر خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی.
تورات: چې الله پر خپل نبي موسی عليه السلام نازل کړی و.
انجيل: چې الله پر خپل نبي عيسی عليه السلام نازل کړی و.
زبور: چې الله پر خپل نبي داوود عليه السلام نازل کړی و.
د ابراهیم صحیفې: الله - تعالی - پر خپل نبي ابراهیم - علیه السلام - نازلې کړي دي.
څلورم رکن: په رسولانو ایمان.
الله تعالی فرمايلي دي: (او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ) [النحل: 36].
مونږ ایمان لرو چې الله تعالی خپلو مخلوقاتو ته رسولان لیږلي دي چې هغوی د یو الله عبادت ته بلنه ورکوي (هغه ذات) چې شریک نه لري، او په هغه څه کافرېدلو ته چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي.
او دا چې دوی ټول انسانان، نارینه او د الله بندګان وو، او دا چې دوی رښتیني او تصدیق شوي، پرهېزګاران، امانت داران، لارښوونکي او هدایت موندونکي وو، الله د هغو نښو په واسطه د دوی ملاتړ کړی چې د دوی د ریښتینولۍ څرګندونه کوي، او دا چې دوی هغه ټول څه رسولي دي چې الله پرې رالېږلي وو، او دا چې دوی ټول پر ښکاره حق او روښانه هدایت باندې وو.
د هغوی د لومړي او وروستي د ټولو دعوت د دين په اصل کې يو و، چې په بندګۍ کې د الله يو ګڼل او شريک ورسره نه نيول و.
پنځم رکن: د اخرت په ورځ ايمان
(الله) تعالی فرمايلي دي: (الله هماغه دى چې له هغه پرته كوم بل د عبادت وړ نشته، خامخا به مو د قيامت په هغه ورځ راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته او تر الله زياته رښتينې خبره به د چا وي؟). [النساء: 87].
مونږ د آخرت په ورځ ایمان لرو او دا د قیامت ورځ ده چې له هغې وروسته ورځ نشته، او مونږ په هر هغه څه ایمان لرو چې پدې پورې اړه لري، له هغو څخه چې زمونږ رب عز وجل په خپل کتاب کې پرې خبر راکړی دی یا زمونږ نبي محمد ﷺ یې په اړه مونږ ته بیان کړی دی، لکه د انسان مړینه، بعث، نشور، شفاعت، میزان، حساب، جنت او جهنم، او له دې پرته نور هغه څه چې د آخرت په ورځ پورې اړه لري.
شپږم رکن: د تقدير په خير او شر باندې ايمان
(الله) تعالی فرمايلي دي: (بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي). [القمر سورت: 49 ایت].
مونږ په تقدیر ایمان لرو که هغه خیر وي او که شر، او دا د کائناتو لپاره د الله تعالی تقدیر دی د هغه څه له مخې چې د هغه علم پرې مخکې شوی او حکمت یې غوښتنه کړې ده، او دا چې په دې دنیا کې په مخلوقاتو باندې چې کومې پیښې رامنځته کیږي نو هغه د الله - سبحانه وتعالی - په علم، تقدیر او یوازې د هغه په تدبیر سره دي چې هیڅ شریک نه لري، او دا چې دا تقدیرونه د انسان له پیدایښت څخه مخکې لیکل شوي دي، او دا چې انسان اراده او خوښه لري، او دا چې هغه په حقیقت کې د خپلو کارونو تر سره کوونکی دی؛ مګر دا ټول د الله تعالی له علم، ارادې او خوښې څخه بهر نه دي.
نو پر تقدير ايمان څلور مرتبې لري چې دا دي:
لومړۍ: د الله پر شامل او چاپېر علم ايمان.
دويمه: د الله له لوري د قيامت تر ورځې د هر پېښېدونکي شي پر ليکلو ايمان.
درېيمه: د الله پر نافذ مشيئت او بشپړ قدرت ايمان، نو چې څه د الله خوښه وي هغه به وي او چې څه يې خوښ نه وي، هغه به نه وي.
څلورمه: پر دې ايمان چې الله د هر شي پيدا کوونکی دی او په پيدايښت کې هيڅ شريک نه لري.
دریمه مرتبه: احسان
احسان، دا دی چې: د الله تعالی داسې عبادت وکړې لکه ته چې هغه وینې، نو که ته هغه نه وینې، هغه خو تا ویني. الله تعالی فرمایي: (بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي). [النحل سورت: ۱۲۸ آیت].
پاکوالی
(الله) تعالی فرمايلي دي: (بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ایستونکی (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه)). [البقرة سورت: 22 آیت].
هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (څوک چې زما د دې اودس په شان اودس وکړي، بیا دوه رکعته لمونځ ادا کړي چې پکې له خپل نفس سره خبرې ونه کړي (فکر يې بلې خواته لاړ نه شي)، نو الله به د هغه مخکېني ګناهونه وبخښي) بخاري روایت کړی دی.
د لمانځه له ستر شان څخه دا دی چې الله تعالی ترې مخکې پاکوالی مشروع کړی دی، او هغه یې د لمانځه د صحت لپاره شرط ګرځولی دی، نو پاکوالی د لمانځه کیلي ده، او د دې فضیلت احساسول زړه د لمانځه ادا کولو ته لیواله کوي، رسول الله ﷺ فرمایلی: (پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، او الحمد لله د اعمالو تله ډکوي، او سبحان الله او الحمد لله دواړه ډکوي -یا ډکوي - هغه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، او لمونځ رڼا ده، او صدقه برهان دی، او صبر روښنايي ده، او قرآن ستا په ګټه، یا ستا په زیان حجت دی، ټول خلک سهار کوي نو خپل ځان پلوري چې یا یې یا آزادوي او یا یې هلاکوي). مسلم روایت کړی.
او پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: (څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي) مسلم روایت کړی.
نو بنده خپل رب ته په داسې حال کې حاضرېږي چې د اودس په وسیله یې حسي (ظاهري) پاکي او د دې عبادت په ادا کولو سره یې معنوي پاکي ترلاسه کړې وي، د الله تعالی لپاره مخلص وي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونې پیروي کوونکی وي.
هغه څه چې اودس کول ورته واجب دي:
1- مطلق لمونځ؛ فرضي وي که نفلي.
2- له کعبې شريفې طواف کول.
۳- د قرآن کریم لمس کول.
په پاکو اوبو اودس او غسل کوم:
پاکې اوبه: ټولې هغه اوبه چې له اسمانه راتوی شوې وي يا له زمکې راوتلې وي او په خپله اصلي بڼه پاتې وي، په دريو صفتونو (رنګ، خوند او بوی) کې يې يو هم په داسې شي نه وي بدل شوی چې د اوبو پاکوالی له منځه وړي.
اودس
لومړی ګام: نيت چې ځای یې زړه دی، د نيت معنا: الله تعالی ته د نږديکت له مخې د عبادت په کولو د زړه عزم.
دویم ګام: بسم الله وایم
دريم ګام: درې ځلې د لاسونو مینځل.
څلورم ګام: درې ځلې مضمضه (خولې ته اوبه اچول).
مضمضه: په خولې کې اوبو اچولو، اړولو راړولو او بېرته راويستلو ته وايي.
پنځم ګام: استنشاق، بیا درې ځلې استنثار (بېرته سوڼ کول)، او استنشاق: د تنفس په واسطه د پوزې تر آخره پورې اوبو کش کولو ته وایې.
او استنثار: په ساه سره له پزې څخه د مخاط او نورو شیانو ایستلو ته وایي.
شپږم ګام: درې ځلې مخ پرېمینځل.
د مخ اندازه:
مخ: چې مخ کېدل پرې کېږي.
اندازه يې په پلنوالي له يوه غوږ نه تر بل پورې ده.
او اندازه يې په اوږدوالي په عادي توګه د سر د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه د زنې تر ښکتنۍ برخې پورې ده.
د مخ وينځل، سره د مخ د ټولو کوچنيو ويښتانو، او همدا راز له ويښتانو پاک ځای او راوتلی هډوکی.
او سپین ځای هغه دی: کوم چې د ږیرې د خط او د غوږ د نرمۍ تر منځ وي.
او العذار: هغه وېښتان دي چې پر هغه راوتلي هډوکي باندې وي کوم چې د غوږ هغه سوري ته موازي دی چې د سر دننه لوري ته تللی دی، او هغه چې له هغه ځای څخه د غوږ تر غضروف پورې راښکته شوي وي.
د مخ وينځل دغه راز د ږيرې ټولو ګڼو او ترې ځړېدونکو ويښتانو ته شامل دی.
اووم ګام: د ګوتو له څوکو څخه پیل تر څنګلو پورې د لاسونو مینځل، درې ځلې.
او څنګلې د لاسونو په فرضي وينځلو کې داخلې دي.
اتم ګام: په دواړو لاسونو د غوږونو په شمول د ټول سر یو ځل مسح کول.
د سر له مخکينۍ برخې به پيل کوي تر وروستۍ برخي به لاسونه وړي او بېرته به يې راګرځوي.
او د شهادت ګوتې دې په خپلو غوږونو کې ننباسي، او خپلې غټې ګوتې دې د غوږونو په شاګانو کېږدي؛ نو پدې سره به د غوږونو مخ او شاګانې مسح کړي.
نهم ګام: د پښو مینځل د پښو د ګوتو له پیل څخه تر ښنګرو پورې درې ځله، او دواړه ښنګرې د پښو په فرض مینځلو کې شامل دي.
ګیټکۍ: د پونډيو په ښکته برخې کې راوتلي دوه هډوکي دي.
لسم ګام: د مسلمان لپاره سنت ده چې له اودس نه وروسته ووایي: "أشهَدُ أن لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهَدُ أنَّ مُحمَّدًا عبدُه ورسولُه، اللَّهمَّ اجعَلْني مِن التَّوَّابِينَ، واجعَلْني مِن المُتطهِّرِينَ" (یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل هېڅ حق معبود نشته، هغه يواځې دى، هېڅ شريک نه لري، او ګواهي ورکوم چې بېشكه محمد (صلی الله عليه وسلم) د هغه بنده او رسول دى، اې الله! ما له توبه کوونکو څخه وګرځوه او ما له پاکانو څخه وګرځوه)، د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د دې وینا له مخې: «چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أشهَدُ أن لا إلهَ إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهَدُ أنَّ مُحمَّدًا عبدُه ورسولُه، اللَّهمَّ اجعَلْني مِن التَّوَّابِينَ، واجعَلْني مِن المُتطهِّرِينَ) یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل هېڅ حق معبود نشته، هغه يواځې دى، هېڅ شريک نه لري، او ګواهي ورکوم چې بېشكه محمد (صلی الله عليه وسلم) د هغه بنده او رسول دى، اې الله! ما له توبه کوونکو څخه وګرځوه او ما له پاکانو څخه وګرځوه، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي» ترمذي روایت کړی دی.
اودس په دې شيانو ماتېږي:
1. له سبيلينو وتونکي شيان لکه تشې او غټې بولې، باد، مني او مذي.
۲. د درانه خوب، بې هوښۍ، نشې، یا لیونتوب په ذریعه د عقل زوال کیدل.
3. هر هغه شی چې غسل فرض کوي، لکه جنابت، حيض او نفاس.
کله چې انسان خپله اړتيا پوره کړي، نو نجاست پاکول پرې لازمېږي، يا په اوبو چې دا غوره ده، يا بغير له اوبو په هغو شيانو چې نجاست له منځه وړي، لکه تيږې، کاغذونه او ټوټې وغيره، چې درې يا له دريو ځلو زيات به يې کاروي، خو پاک او روا شی به وي.
په موزو او جورابو مسح کول
د موزو یا جرابو اغوستلو په حالت کې، پرې مسحه کول جایز دي او د پښو مینځلو ته اړتیا نشته، او شرطونه یې دا دي:
۱. د کوچني حدث (ناپاکۍ) او د لوی حدث (ناپاکۍ) څخه له پوره پاکوالي وروسته دې واغوستل شي.
2. چې خپله پاکې او غير نجسې وي.
3. چې مسحه په ټاکل شوې موده کې وي.
4. چې حلالې وي، نو غلا شوې يا غصب شوې نه وي.
الخفان (موزې): هغه څه دي چې له نرۍ څرمنې او داسې نورو څخه جوړیږي او پښو کیږي، او د هغو په څېر هغه بوټان دي چې پښې پټوي. الجوربان (جورابې): هغه څه دي چې له ټوکر او داسې نورو څخه جوړیږي او انسان یې پښو ته وراغوندي، او د هغو په څېر هغه څه دي چې شوراب ورته ویل کیږي.
پر موزو د مسحې کولو د مشروعیت حکمت: پر موزو د مسحې کولو حکمت د هغو مسلمانانو لپاره اسانتیا او تخفیف دی چې د موزو یا جرابو لرې کول او د پښو مینځل ورته ستونزمن وي، په ځانګړې توګه د ژمي او سختې یخنۍ په وختونو او په سفر کې.
د مسحې موده: مقیم: یوه ورځ او شپه (۲۴ ساعته). مسافر: درې ورځې او شپې (۷۲ ساعته).
د مسحې موده -له بې اودسۍ وروسته- پر موزو يا جرابو له لومړنۍ مسحې سره سمه پيلېږي.
پر موزو يا جرابو د مسحې طريقه:
1. لاسونه لمدول کېږي.
2. لاسونه د پښې پر پاس لورې راښکل کېږي (د ګوتو له څوکو د پنډۍ تر پيله).
3. ښۍ پښه پر ښي لاس او چپه پښه پر چپ لاس مسحه کېږي.
د مسحې باطلوونكى: ۱. هغه څه چې له امله یې غسل واجبیږي. ۲. د مسحې د مودې پای ته رسېدل.
غسل
که له سړي او یا ښځې څخه جماع وشي که څه هم انزال ونشي، او یا په وېښه له دوی څخه په شهوت سره مني خارج شي، او یا په خوب کې خارج شي؛ پر دوی دواړو غسل واجبېږي تر څو وکولی شي لمونځ او یا هغه څه ادا کړي چې پاکي ورته لازمه وي، او همدارنګه ښځه؛ کله چې د حېض او نفاس څخه پاکه شي، نو پر هغې واجب دي چې د لمانځه د ادا کولو، یا هغه څه چې طهارت ورته لازمي دی لپاره غسل وکړي.
او د غسل طریقه په لاندې ډول ده:
چې مسلمان خپل ټول بدن لوند کړي، په هره طريقه چې وي، او د خولې او پوځې وينځل هم په کې دي، نو چې ټول بدن يې لوند شو، غټه بې اودسي ترې لرې شوه او پاکي يې بشپړه شوه.
او یوه بله بشپړه طریقه هم شته، او هغه دا ده چې نبي صلى الله عليه وسلم به پرې عمل کاوه، او هغه په لاندې ډول ده:
۰۱ د بې اودسۍ لرې کولو نیت.
۰۲ - بسم الله ویل، او د دواړو لاسونو درې ځله مینځل، او بیا د شرمګاه مینځل.
۰۳ په بشپړ ډول اودس کول لکه څرنګه چې مسلمان د لمانځه لپاره اودس کوي.
۰۴- پر سر دې درې ځله اوبه راواړوي، ترڅو د خپلو ویښتانو بېخونه پرې لانده کړي.
۰۵- ټول بدن ته اوبه رسول، او د بدن د ښي اړخ له مينځلو څخه يې پیلوي او بيا چپ اړخ مينځي، په لاسونو د موښلو سره تر څو اوبه د بدن ټولو برخو ته ورسېږي.
پر جنوب د لاندې کارونو کول بند دي، تر څو چې غسل وکړي:
1. لمونځ.
۲. د کعبې طواف.
۳. جومات کې پاتې کېدل، خو له درنګ پرته جومات کې تېرېدی شي.
۴. په قران کريم لاس وهل.
۵. د قران کريم تلاوت.
تيمم
که مسلمان هغه اوبه ونه مومي چې طهارت پرې وکړي، او يا د ناروغۍ او يا بل څه له امله د اوبو د استعمال توان ونلري او ووېریږي چې د لمانځه وخت به ترې تېر شي، نو په خاوره دې تیمم وکړي.
طريقه يې داسې ده، چې يو ځل لاسونه ووهي او يوازې مخ او دواړه لاسونه پرې مسح کړي. په دې شرط چې خاوره پاکه وي.
تيمم په دغو شيانو ماتېږي:
1- په ټولو هغو شيانو ماتېږي چې اودس پرې ماتېږي.
2- چې د کوم عبادت لپاره تيمم کېږي، د هغه له پيله وړاندې اوبه وموندل شي.
لمونځ
الله جل جلاله پر مسلمان په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه فرض کړي، چې د سهار، ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه دي.
لمانځه ته تیاری
کله چې د لمانځه وخت داخل شي، مسلمان له وړې بې اودسۍ او که غټه بې اودسي ولري، له غټې بې اودسۍ ځان پاکوي.
غټه بې اودسي: هغه چې پر مسلمان غسل واجبوي.
وړه بې اودسي: هغه چې پر مسلمان اودس لازموي.
مسلمان په پاکو جامو او داسې پاک ځای کې لمونځ کوي چې له نجاستونو پاک وي، او خپل عورت پټوي.
مسلمان د لمانځه پر مهال په مناسبو جامو ځان ښایسته کوي او خپل بدن پرې پټوي، او سړي ته په لمانځه کې جایز نه دي چې د نامه او زنګون تر منځ یې څه شی ښکاره شي.
پر ښځې فرض دي چې په لمانځه کې خپل ټول بدن پټ کړي، پرته له مخ او لاسونو څخه.
مسلمان په لمانځه کې خبرې نه کوي او يوازې لمونځ وايي، امام ته غوږ نيسي، يو خوا بل خوا نه ګوري، او که د لمانځه ځانګړي عبارتونه يې نه وي زده نو د لمانځه تر پايه د الله تسبيح او ذکر کوي، او پرې لازمېږي چې ژر تر ژره لمونځ او د هغه عبارتونه زده کړي.
او ترڅو چې په صحیح ډول لمونځ وکړو، د الله تعالی په اجازه، نو باید دا پړاوونه تر سره کړو او پابندي پرې وکړو:
لومړی ګام: د هغې فريضې لپاره نيت چې کول يې غواړي، او د نيت ځای زړه دی.
له اودس کولو وروسته قبلې ته مخ کوم او که کولی مې شو نو په ولاړه لمونځ کوم.
دويم ګام: د اوږو (وليو) برابر لاسونه پورته کوم او لمانځه کې د ننوتو په نیت وايم: (الله اکبر).
درېيم ګام: له رواياتو سره سم د لمانځه د پيل دعا وايم، چې يوه يې دا ده. (سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْركَ).
څلورم ګام: په الله باندې له رټل شوي شيطان نه پناه غواړم، نو وايم: (أعوذُ باللهِ من الشيطان الرجيم)
۵ - ګام: په هر رکعت کې د فاتحې سورت لولم او هغه دا دی: ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د مخلوقاتو پالونکی دی. چې ډېر مهربان او خورا بښونکی دی څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی * خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو. وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره * د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.
بيا وايم: (آمين)، او معنا يې ده: اې الله قبول یې کړه.
په هر لمانځه کې یوازې په لومړي او دویم رکعت کې له فاتحې وروسته د قرآن څخه هغه څه لولم چې راته اسانه وي، او دا واجب نه دی خو په کولو کې یې لوی اجر دی.
۶ - ګام: (الله اکبر) وایم، بیا رکوع کوم تر څو چې ملا مې برابره شي او دواړه لاسونه پر زنګنونو داسې ږدم چې ګوتې یې سره جلا وي، بیا په رکوع کې درې ځلې: (سبحان ربي العظيم) وایم.
اووم ګام: د (سمع الله لمن حمده) په ويلو له رکوع راپورته کېږم او لاسونه د اوږو برابر پورته کوم، کله مې چې بدن په ولاړه ښه نېغ شي، (ربنا ولک الحمد) وايم.
۸ - ګام: (الله أكبر) وایم او په لاسونو، زنګنونو، پښو، تندي او پوزه سجده کوم، او په سجده کې: (سبحان ربي الأعلى) درې ځلې وایم.
۹- ګام: (الله اکبر) وایم او له سجدې څخه سر راپورته کوم تر دې چې شا مې نېغه شي او په چپه پښه کښېنم، او ښۍ پښه ودروُم، او درې ځلې: (ربي اغفر لي) وایم.
لسم ګام: (الله أکبر) وايم او د لومړۍ سجدې غوندې بله سجده کوم.
يوولسم ګام: د (الله أکبر) په ويلو له سجدې راپورته کېږم او ښه نېغ درېږم، بيا د لومړي رکعت په څېر د لمانځه پاتې رکعتونه کوم.
د ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماخوستن لمونځونو کې له دويم رکعات وروسته د تشهد لپاره لومړۍ ناسته کوم، او تشهد دا دی. ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا باندې ای نبي او پر تا باندې دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو ، شاهدي ادا کوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته ، او شاهدې ورکوم چې محمد-صلی الله علیه و سلم-د الله بنده او رسول دی . له دې وروسته درېيم رکعات ته پورته کېږم.
د هر لمانځه له وروستي رکعات وروسته د وروستي تشهد لپاره کېنم، چې عبارت دی له: ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا ای نبي او پر تا دې د الله رحمت او برکتونه وي، سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو ، شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته ، او شاهدي ورکوم چې محمد د الله بنده او رسول دی، ای الله! رحمت نازل کړې پر محمد -صلی الله عليه وسلم- او د هغه په کورنۍ ، لکه څنګه دې چې پر ابراهيم او د هغه په کورنۍ نازل کړی و، يقيناً ته ستایلی او لوی یې.ای الله! برکت نازل کړې پر محمد -صلی الله عليه وسلم- او د هغه په کورنۍ، لکه څنګه دې چې په ابراهيم او د هغه په کورنۍ نازل کړی و، يقيناً ته ستایلی شوی او لوی یې.
دولسم ګام: له دې وروسته ښي لور ته سلام ګرځوم او وایم: (السلام عليكم ورحمة الله) او چپ لور ته سلام ګرځوم او وایم: (السلام عليكم ورحمة الله)، له لمانځه څخه د راوتلو نیت کوم، او په دې سره به مې لمونځ ادا کړی وي.
د مسلمانې ښځې ستر پرده
(الله) تعالی فرمايلي دي: (ای نبي خپلو مېرمنو، لورانو او د نورو مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار د دې ډېره وړتيا لري چې هغوى وپېژندلی شي، بيا به نه ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى). [الأحزاب: 59].
الله تعالی پر مسلمانې ښځې حجاب او د هغې په هېواد کې د مروجو جامو په واسطه له پردیو نارینه وو څخه د خپل عورت او ټول بدن پټول واجب کړي دي، او د هغې لپاره روا نه ده چې خپل حجاب لرې کړي مګر د خپل خاوند یا خپلو محارمو پر وړاندې، او دا هغه کسان دي چې د مسلمانې ښځې لپاره په دایمي ډول له هغوی سره واده کول روا نه دي، او هغوی عبارت دي له: (پلار او که هر څومره پورته وي، زوی او که هر څومره ښکته وي، ترونه، ماماګان، ورور، د ورور زوی او د خور زوی، د مور خاوند، د خاوند پلار او که هر څومره پورته وي، د خاوند زوی او که هر څومره ښکته وي، رضاعي ورور او د رضاعي مور خاوند، او څه چې په نسب سره حرامیږي په رضاعت سره هم حرامیږي).
مسلمانه ښځه په خپله جامه کې څو شيانو ته پام کوي:
لومړی: د ټول بدن رانغاړل.
دوهم: دا چې داسې څه نه وي چې ښځه یې د زینت لپاره اغوندي، چې کله هغه د پردیو نارینه وو په حضور کې وي.
درېيم: دومره نرۍ به نه وي چې بدن يې ترې ښکاره شي.
څلورم: پراخې به وي، تنګې نه، چې د بدن کوم ځای يې وپېژندل شي.
پنځم: باید خوشبویي پکې استعمال شوې نه وي، که چېرې پر داسې نامحرمو نارینه وو تېرېږي چې د هغې د خوشبویي بوی احساس کړي.
شپږم: د سړو جامو ته به ورته نه وي.
اووم: د نامسلمانو ښځو هغو جامو ته به نه وي ورته چې هغوی يې خپلو عبادتونو او اخترونو ته اغوندي.
اتم: د شهرت جامې نه وي.
د مؤمن له صفتونو څخه
الله تعالی فرمایي: (رښتيني مومنان هغه دي چې د هغو زړونه د الله د ياد په اورېدلو لړزېږي او كله چې د هغو پر وړاندې د الله آيتونه لوستل كېږي نو د هغوی ايمان زياتېږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري). [الأنفال: 2].
په خپلو خبرو کې ريښتونی وي او دروغ نه وايي.
ـ په ژمنه او تړون وفا کوي.
ـ د شخړې پر وخت سپکې سپورې نه وايي.
ـ امانت ادا کوي.
ـ مسلمان ورور ته هغه شی خوښوي چې خپل ځان ته يې خوښوي.
ـ له خيره ډک وي.
خلکو سره ښېګڼه کوي.
ـ خپلوي پالي.
- د الله پر تقدیر خوښي څرګندوي، او د اسانیو په حالت کې د هغه شکر ادا کوي او د سختیو په حالت کې صبر کوي.
ـ حياناک وي.
ـ پر مخلوق زړه سواندی وي
زړه يې له کينې او لاسونه يې پر نورو له تېري پاک وي.
ـ خلکو ته بخښنه کوي.
سود نه خوري او نه راکړه ورکړه پرې کوي.
ـ زنا نه کوي.
ـ شراب نه څښي
ـ ګاونډيانو سره ښېګڼه کوي.
ـ ظلم نه کوي او نه خیانت کوي.
ـ غلا نه کوي او نه دوکه کوي.
ـ له مور او پلار سره نېکي کوي اګر که مسلمانان نه وي او په نېکيو کې يې خبره مني.
ـ خپل اولاد په نېکه تربيه روزي، د شرعي واجباتو امر ورته کوي او له بديو او حرامو يې منعه کوي.
ـ په ديني ځانګړتياوو او هغو عادتونو کې د نامسلمانو د کړنو پېښې نه کوي، چې د هغوی ځانګړتيا او شعار وي.
- الله تعالی ته توبه وباسي او له هغه څخه د خپلو کوتاهیو او ګناهونو بښنه غواړي.
د مسلمان د عقیدې مهم قواعد
۱: الله زموږ رب دی، له هغه پرته بل معبود نشته، له هغه پرته بل رب نشته او نه له هغه پرته بل معبود شته، او هېڅ شی د هغه په څېر نشته، او هېڅ شی هغه نشي عاجزولی، او هغه اورېدونکی او لیدونکی دی.
۲: الله سبحانه و تعالی په آسمان کې دی، د خپلو ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، له هغوی څخه جلا دی، او د هغه لوړوالی له هر پلوه مطلق دی، د ذات لوړوالی، د منزلت لوړوالی، او د غلبې لوړوالی، او هغه پاک ذات پر هر څه احاطه کوونکی دی.
۰۳ موږ الله تعالی ته له نومونو او صفتونو څخه هغه څه ثابتوو چې الله تعالی ځانته ثابت کړي وي، او یا د هغه نبي محمد ﷺ هغه لره ثابت کړي وي، او هغه څه نفي کوو چې الله له ځان څخه نفي کړي وي، او یا نبي ﷺ له هغه څخه نفي کړي وي.
۴: الله تعالی دعاوې قبلوي، اړتياوې پوره کوي، د هر څه څښتن دی، او له هغه پرته بل څوک زیان او ګټه نه شي رسولی، او بنده د سترګو د رپ په اندازه له هغه څخه بې نيازه کېدای نه شي، او مسلمان ته روا نه ده چې د عبادت په هیڅ کوم ډول کې له الله تعالی پرته بل څه ته رجوع وکړي لکه دعا، لمونځ، نذر، قرباني، ویره، امید لرل، توکل او له دې پرته نور ښکاره او پټ عبادتونه، او څوک چې کوم عبادت له الله تعالی پرته بل څه ته متوجه کړي نو هغه له الله سره مشرک دی.
۵: تر ټولو لویه ګناه او ستره کبیره ګناه د الله تعالی سره شرک کول دي، او څوک چې په شرک مړ شي نو یقینا الله تعالی پرې جنت حرام کړی دی او د هغه ځای اور دی، او دا هغه ګناه ده چې الله تعالی یې نه بخښي که چيرته بنده پرې مړ شي او توبه ترې ونکړي.
۶: هغه څه چې بنده ته ندي رسیدلي هغه به هیڅ کله هغه ته پیښ نشي، او هغه څه چې هغه ته پیښ شوي هغه به ضرور ورته رسیده، او پر مسلمان واجب دي چې د الله په تقدیر او قضاء ایمان ولري، او د الله تعالی پر تقدیراتو خوښي څرګنده کړي، او په هر حال کې د خپل رب ثناء او شکر ادا کړي.
۷: زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - له ټولو انسانانو غوره او د پېغمبرانو وروستی پېغمبر دی، او هغه د قیامت په ورځ شفاعت کوونکی او هغه څوک دی چې شفاعت یې منل کیږي، الله هغه خپل خلیل نیولی دی لکه څنګه چې یې ابراهیم - علیه السلام - خلیل نیولی و.
۱۰: زمونږ کتاب قرآن کریم دی، عاجزوونکی دی، په صحت یې پرېکنده باور دی، او په تلاوت یې عبادت کیږي؛ الله تعالی زمونږ په نبي محمد -صلی الله علیه وسلم- د تر ټولو غوره ملاېکې جبرائیل -علیه السلام- په واسطه نازل کړی دی، او یقیناً الله تعالی هغه له تحریف او تبدیل څخه خوندي ساتلی دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: (بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو). [الحجر سورت: ۹ ایت].
۱۱: الله پاک ته تر ټولو نږدې خلک د هغه تر ټولو زیات اطاعت کوونکي او د هغه د شریعت تر ټولو زیات پیروي کوونکي دي، عرب په عجم او عجم په عرب باندې، سپین په تور او تور په سپین باندې غوره والی نه لري مګر د تقوا له مخې، خلک له آدم څخه دي او آدم له خاورې څخه دی، هغه پاک ذات فرمایلي دي: (بېشکه د الله پر وړاندې ستاسي ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي) [الحجرات سورت: ۱۳ آیت].
۱۲- مسلمان په عزتمندو ليکونکو ملاېکو عقیده لري، او د هغوی په شتون اېمان لري، او دا چې هغوی مخلوق بنده ګان دي، الله تعالی له نور څخه پيدا کړي دي، او هغوی د الله تعالی له مخلوقاتو څخه یو مخلوق دي، او له هغوی څخه جبریل دی چې پر وحی مکلف دی، او میکائیل چې د باران مسوولیت لري، او اسرافیل چې په شپېلۍ کې د پوکولو دنده پر غاړه لري، او ملک الموت چې د بنده ګانو د روحونو په قبضولو مکلف دی.
۱۳- مسلمان د قیامت په علامو، د مسیح دجال په راوتلو، په اخره زمانه کې له اسمان څخه د عیسی ابن مریم - علیه السلام - په راکوزیدلو، او له مغرب څخه د لمر په راختلو اېمان لري.
۱۴ - مسلمان د هغه چا لپاره د قبر په عذاب چې اهل یې وي، او د هغه چا لپاره د قبر په نعمتونو چې اهل یې وي، او په قبر کې د هغه د رب، دین او نبي په اړه د منکر او نکیر په پوښتنې عقیده لري، او دا چې قبر د جنت له باغچو یوه باغچه ده او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده.
۱۵: پر بیا راژوندي کېدو او د قیامت په ورځ د اعمالو پر جزا عقیده لري، او دا چې جنت او دوزخ مخلوق دي او هېڅکله نه فاني کېږي.
۱۶ - سحر پر الله کفر دی، د هغه زده کول او جادوګرانو او دجالانو ته ورتلل روا نه دي، او مسلمان باید د کوډګر او فالبین تصدیق ونه کړي، نو چا چې د هغوی تصدیق وکړ؛ نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد ﷺ نازل شوي دي.
۱۷ - مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو سره مینه لري، او له هغه چا سره مینه لري چې له هغوی سره مینه لري، او له هغه چا کرکه لري چې له هغوی کرکه لري، ځکه چې له هغوی سره مینه کول دین او احسان دی، او له هغوی کرکه کول؛ کفر او نفاق دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (زما صحابه کرامو ته ښکنځل مه کوئ) مسلم روایت کړی دی. او هر هغه څوک چې له صحابه کرامو رضوان الله علیهم څخه په کوم یوه طعنه وهي یا یې سپکوي، نو هغه ګمراه او بدعتي دی.
۱۶: مسلمان له رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم څخه وروسته خلافت ثابتوي: لومړی ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته، پر ټول امت باندې د هغه د فضیلت او وړاندې والي له مخې، بیا عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته، بیا عثمان رضي الله عنه ته، بیا علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته، او دوی خلفای راشدین او هدایت موندلي امامان دي.
۱۷: عبادتونه توقیفي دي، نو د الله تعالی عبادت په هیڅ داسې عبادت سره روا نه دی مګر دا چې د الله تعالی په کتاب یا د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو کې ثابت وي، او هر هغه عبادت چې خلک یې د نبي صلی الله علیه وسلم له مړینې وروسته نوی رامنځته کړي او د هغه پر تګلاره نه وي، نو هغه رد شوی بدعت دی، نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (څوک چې زموږ په دې کار کې داسې نوی څه رامنځته کړي چې له دې څخه نه وي، نو هغه رد دی) بخاري روایت کړی.
۱۸: د عبادت قبلېدل په دوو اساسي رکنونو پورې اړه لري، چې هغه: په عبادت کې د الله تعالی لپاره اخلاص، او دوهم پکې د نبي صلی الله علیه وسلم پیروي ده، نو عبادت نه قبلېږي که چېرې د الله لپاره خالص نه وي، او نه قبلېږي که چېرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره سم نه وي.
نېکبختي مې په خپل دين اسلام کې ده.
(الله) تعالی فرمايلي: (چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو). [النحل: 97].
د مسلمان زړه ته چې ډېره خوشحالي، پراخي او خوشبختي راولي، هغه له کوم بت او ژوندي يا مړي د منځګړي پرته له خپل پروردګار سره د ده اړيکه ده، ځکه الله تعالی په خپل مبارک کتاب کې ويلي چې هغه تل خپلو بندګانو ته نږدې دی، اوري يې او دعا يې قبلوي، لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمایلي: (او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي). [البقرة: 186]. او الله تعالی موږ ته له هغه څخه د دعا غوښتلو امر کړی، او دا کار یې له هغو لویو عبادتونو څخه ګرځولی دی چې مسلمان پرې خپل رب ته نږدې کېږي، لکه چې الله تعالی فرمایلي: (او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي). [غافر سورت: ۶۰ ایت]، نو نېک بنده همېشه الله ته محتاج وي، تل يې په وړاندې دعا کوي او په نېکو عملونو ځان ورنږدې کوي.
او الله تعالی موږ په دې کایناتو کې د يوه لوی حکمت له مخې پيدا کړي يو، هسې خوشې نه، دا لوی حکمت يوازې د هغه بندګي ده، چې شريک ورسره و نه ګرځول شي، موږ ته يې يو شامل رباني دين رالېږلی، چې د خاص او عام ژوند ټولې چارې مو تنظيموي، پر دې عادل دين يې د ژوند ټولې اړتياوې خوندي کړي دي، چې هغه زموږ دين، ځانونه، ناموسونه، عقلونه او مالونه دي، او څوک چې د شريعت د اوامرو تابع ژوند کوي او له حرامو ډډه کوي، نو دغه اړتياوې خوندي ساتي او له شک پرته بختور او مطمئن ژوند تېروي.
او د مسلمان اړيکه له خپل رب سره داسې ژوره وي چې نفسي ډاډ او ارام ورکوي، د سکون، امن او خوښۍ احساس کوي او د الله جل جلاله ملتيا، پاملرنه او مومن بنده سره د هغه دوستي احساسوي، الله تعالی فرمايلي: (الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا خوا ته باسي) [البقرة: 257].
دغه لويه اړيکه يو وجداني حالت دی چې د رحمن ذات له بندګۍ نه د خوند اخيستو او ملاقات ته يې د شوق لامل ګرځي او د ايمان د شيرينۍ په احساسولو د بنده زړه د خوشحالۍ په اسمان کې ځنګوي.
هغه خواږه چې خوند یې یوازې هغه څوک بیانولی شي چې د اطاعت د اعمالو په ترسره کولو او له ګناهونو څخه په ډډه کولو سره یې څکلی وي، له همدې امله نبي محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: (هغه چا د ايمان خوند څکلی، چې پر الله د رب په توګه، پر اسلام د دين او پر محمد د رسول په توګه راضي شي). مسلم روایت کړی.
هو کله چې انسان د خپل خالق پر وړاندې خپل همېشنی شتون احساس کړي، هغه یې په ښکلو نومونو او صفتونو وپېژني او داسې عبادت يې وکړي لکه ګوري يې چې، عبادت يوازې د الله لپاره وکړي او له الله پرته بل هيچا ته نه، نو په دنيا کې به يو پاک او خوشحاله ژوند وکړي او په اخرت کې به يې نېک انجام په نصيب شي.
ان هغه کړاو چې دنيا کې پر مومن راځي، نو د يقين په يخنۍ، د الله تعالی پر تقدير په خوښۍ، د تقدير پر ټول خير او شر د الله په حمد ويلو او پر هغې په بشپړې خوښۍ د هغه تاو سړېږي.
او له هغو چارو څخه چې مسلمان ته په کار دي چې ټینګار پرې وکړي ترڅو یې خوښي او ډاډمني زیاته شي، د الله تعالی ډېر ذکر کول او د قرآن کریم تلاوت کول دي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي: (هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي). [الرعد سورت: ۲۸ ایت]. او څومره چې مسلمان د الله ذکر او د قران تلاوت ډېر وکړي، هغومره يې الله تعالی سره اړيکه ټينګېږي، نفس يې پاکېږي او ايمان يې قوي کېږي.
همدارنګه مسلمان ته په کار دي چې له صحیحو منابعو څخه د خپل دین د مسایلو په زده کولو ټینګار وکړي، تر څو په بصیرت سره د الله تعالی عبادت وکړي، ځکه چې نبي ﷺ فرمایلي دي: (د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده)، ابن ماجه روایت کړی، او دا چې د هغه الله پاک احکامو ته تسلیم او غاړه اېښودونکی وي چې دی یې پیدا کړی دی، که د هغو په حکمت پوه شي او که پوهه نشي، ځکه چې الله پاک په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایلي دي: (او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هيڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري، او څوك چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره). [الأحزاب سورت: ۳۶ ایت].
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
Related books
All books
د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخه57 ژبېد مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخه
په دې کتاب کې له قرآن کریم او نبوي سنت څخه اذکار او دعاګانې راټولې شوي، ترڅو یې په بېلابېلو وختونو او حالاتو کې ويل اسانه شي، په دې کې د راویښېدو، اودس، لمانځه، سفر او داسې نورې دعاګانې شاملې دي چې له مسلمان سره د خپل ځان په ساتنه کې مرسته کوي ترڅو د الله تعالی په ساتنه او پاملرنه کې شي.
هغه څه چې مسلمان ترې بايد ناخبره پاتې نه شي78 ژبېهغه څه چې مسلمان ترې بايد ناخبره پاتې نه شي
دا کتاب ( هغه څه چې مسلمان ترې بايد ناخبره پاتې نه شي) یو عالي کتاب دی چې توري یې د علم او بيان په قلم کښل شوي دي، په دې کتاب کې د عقیدې بنسټونه، شرعي قوانین او نېک آداب راټول شوي دي، چې ذهنونه روښانوي، زړونه ډاډمنوي، پوهه اصلاح کوي او عمل سموي، په رښتيا سره دا کتاب د نجات کلي او د اطاعت او معرفت د لارې د لارویانو لارښود دی.
أنا مسلم
درې ګوني اصول او دلایل یې73 ژبېدرې ګوني اصول او دلایل یې
دغه کتاب هغه اساسي اصول بيانوي چې پر مسلمان يې زده کول لازم دي: د الله تعالی پېژندنه، د اسلام دين پېژندنه، او د نبي محمد صلی الله علیه وسلم پېژندنه، او د قرآن کریم او نبوي احادیثو د دلایلو پر بنسټ د ایمان او صالح عمل په جوړولو کې د دغو اصولو پر اهمیت ټینګار کوي.