المناهج التعليمية - الصف الرابع
عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (څلورمه). لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی دی، په دې کې یو مضمون د توحید برخې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري؛ هغه اړین موضوعات او مسائل چې په څلورمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي: د مخلوقاتو د پېدایښت تر شا حکمت، د عبادت د تعريف او ځينو ډولونو، سربیره د توحید ډولونه، د هر ډول لپاره یې دلایل او تر څنګه یې د طاغوت معنا، اشکال او ډولونه تشریح شوي دي. څلورمه سویه مقدمه الحمدُ لله الذي علَّم بِالقَلَمِ، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلامُ على…
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
عنوان: درسي نصاب، توحید، سویه (څلورمه).
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز او غورچاڼ دی چې په بېلابېلو سویو ویشل شوی دی، په دې کې یو مضمون د توحید برخې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري؛ هغه اړین موضوعات او مسائل چې په څلورمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي: د مخلوقاتو د پېدایښت تر شا حکمت، د عبادت د تعريف او ځينو ډولونو، سربیره د توحید ډولونه، د هر ډول لپاره یې دلایل او تر څنګه یې د طاغوت معنا، اشکال او ډولونه تشریح شوي دي.
څلورمه سویه
مقدمه
الحمدُ لله الذي علَّم بِالقَلَمِ، علَّم الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلامُ على النَّبيِّ الأُمِّيِّ الذي بعثه اللهُ لِيُخرِجَ النّاسَ مِن الظُّلمات إلى النُّور، أمّا بعد:
د الله تعالی توحید تر ټولو ستر واجب او پرې پوهه تر ټولو عزتمند او غوره علم دی، دا هغه بنسټ دی چې د عملونو صحت او قبلیدل پرې بنا کیږي او بندګان ورته تر هر څه ډیره اړتیا لري؛ ځکه زړونو ته ژوند، نعمتونه او ډاډ نشته پرته له دې چې خپل رب، معبود او خالق د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو سره وپیژني، همدا رنګه په دین کې پوهه، د عبادتونو د ادا کولو طریقه لکه: طهارت، لمونځ او داسې نور د نیکمرغۍ نښې او د دې علامه ده چې الله جل جلاله خپل بنده ته د خېر اراده کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « مَن يُرِد الله بِه خيراً يُفقّهه في الدِّين» ([2]). ((د چا لپاره چې الله تعالی د خېر اراده وکړي، هغه ته په دين کې پوهه ورکوي)) [2] .
نو له همدې کبله د ټولنو د پوهاوي بنسټ د توحید د مضمون په تدریس ټینګار کوي، تر څو زده کوونکي په سمه عقیده وروزل شي او په ديني چارو کې روښنایي او بصیرت ولري.
او د توحید د نصاب پدې څلورمه سویه کې زده کوونکي د مخلوقاتو د پېدایښت په حکمت، توحید او د توحید په ډولونو او هغه څه پوهیږي چې تر هر څه د مخه الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړي او د طاغوت سرونه (مشران) وپیژني.
او د مضمون ماهیت ته په کتلو د هر لوست لپاره په لنډه او واضحه توګه ځانګړې موخې اېښودل شوې، په موضوعاتو کې یې تدریج او د دې او مخکنیو موضوعاتو تر منځه تړاو په پام کې نیول شوی، سر بیره پر دې د هر لوست لپاره پوښتنې او د ښوونکي لپاره لارښوونې شته چې په رڼا کې يې د ټاکل شوو موخو تر لاسه کولو ته لاره هواریږي. بخاري په کتاب العلم؛ باب من یرد الله به خیرا یفقه فی الدین کې په ۷ شمیره راوړی دی.
ښوونکي ته ځینې لارښوونې:
۱ - الله جل جلاله ته اخلاص د عمل د قبلیدو شرط دی، نو عمل دې خاص د الله جل جلاله د رضا دلاسته راوړلو لپاره غنیمت وګڼه چې د دنیا او آخرت ګټه دې په برخه شي.
۲- امانت ساتل د خلاصون لاره ده، او ته ای - ښوونکی وروره - د اسلام له سنګرونو څخه پر یو سنګر ولاړ یې، او د مسلمانانو د اولادونو په عقلونو او فطرت امانتدار یې، نو د امانت ساتنه وکړه چې په دنیا او اخرت کې کامیاب شې.
3- د توحيد د مضمون زده کړه له غوره عملونو څخه ده، نو له دې پرته د بندګانو لپاره سمونتیا نه شته او نه د دنیا له خوارۍ او د آخرت له عذابه د توحید له پېژندنې پرته خلاصون شته، نو د زده کوونکو په نفسونو کې د سمې عقیدې په کښت کې زیار وباسه، او د هغو اخلاقو او لوړو ارزښتونو لپاره ریښتینی ترجمان اوسه چې بلنه ورته کوې.
۴- د الله تعالی د وحدانیت او د هغه د قدرت د بیانولو لپاره له حالاتو ګټه پورته کړه، (د بیلګې په توګه) کله چې ورېځې د اسمان په زړه راخپرې شي، بریښناګانې وپړقیږي او (په اسمان کې) غراری شي، بارانونه و اوریږي او داسې نورې پېښې په مسلمانانو کې د ایماني خوځښت لپاره غنیمت وګڼه.
۵- د مثالونو په ورکولو سره د موضوع اسانه کول او لوست ته له واقعیت سره تړاو ورکول له مضمون سره د زده کوونکو د مینې په پیدا کېدلو، د مضمون زده کولو او پرې عمل کولو کې ستر رول لري او په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا سره زیری درکوو چې فرمايي:
« إنّ ممّا يلحَق المؤمِن مِن عَمَلِهِ وحَسَناته بعد مَوْتِه عِلْماً علَّمَه ونَشَره ».([3]). «د مؤمنانو له عملونو او نیکیو څخه چې کوم شی له مرګ نه وروسته هغه ته رسیږي؛ هغه علم دی چې زده کړی او خپور کړی یې دی».
وصلَّى الله على نَبِيِّنا محمَّد وعلى آله وصَحْبِه وسلَّم .
د موضوعاتو لړلیک:
موضوع
مخ ابن ماجه په ۲۴۲ شمیره روایت کړی.
لومړی لوست
د مخلوقاتو له پېدایښت څخه حکمت.
دویم لوست:
عبادت.
دریم لوست:
توحید او ډولونه یې.
څلورم لوست:
د ربوبيت توحيد
پنځم لوست
د الوهیت توحید.
شپږم لوست:
د أسماء او صفاتو توحید.
اووم لوست:
بندګانو ته د الله تعالی پېغمبران.
اتم لوست:
لومړی هغه څه چې الله تعالی په خلکو فرض کړی دی.
نهم لوست:
ریښتینی ایمان
لسم لوست:
شیطان تر ټولو ستر طاغوت دی.
یوولسم لوست:
د الله تعالی له نازل کړي (شریعت) پرته په نور څه فیصله کول
دولسم لوست:
چا چې په غیبو د پوهېدلو دعوه وکړه او یا پرې راضي شو چې خلک یې عبادت وکړي نو هغه طاغوت دی.
دیارلسم لوست
مؤمن باید په طاغوت کافر شي.
لومړی لوست
د مخلوقاتو له پېدایښت څخه حکمت.
الحَمْدُ للهِ وكَفَى، وسَلامٌ على عِبادِهِ الذين اصْطَفَى، أمّا بَعْدُ :
پوه شه الله دې پر تا رحم وکړي چې الله تعالی مخلوقات د دې لپاره پیدا کړي چې عبادت یې وکړي او هیڅ شرک پرې ونه کړي.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
د لوست لارښوونې:
تر ټولو لوی مقصد چې پېریان او انسانان ورته پیدا شوي، هغه د یو الله عبادت دی.
انسان په دې دنیوي ژوند کې له کوم هدف پرته نه دی پیدا شوی چې دې یې د لاسته راوړلو هڅه کوي.
- څوک چې د عبادت کومه برخه له الله پرته بل چاته وکړي لکه: دعا او قرباني، نو له الله سره یې شرک وکړ، او که په همدې مړ شو نو سزا یې جهنم دی او جنت پرې حرام دی.
الله تعالی فرمايلي:
(إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ) (بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مرستندوی نشته).
پوښتنې:
۱ - د مخلوقاتو له پېداېښت څخه حکمت څه شی دی؟ او دلیل پرې څه دی؟
۲ - په دې ژوند کې خوراک او څښاک ضروري دي، نو ایا مونږ د دې لپاره پیدا شوي یو؟
۳ - لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
څوک چې له الله پرته د بل څه عبادت وکړي هغه ته ............... ويل کېږي او سزا يې ............... ده.
۴- د لاندې فعلونو حکم څه دی چې له الله پرته بل چا ته وشي:
لمونځ - دعا - ویره - ذبح - طواف.
دویم لوست
عبادت
عبادت: د هغو ښکاره او پټو ویناوو او کړنو لپاره یو جامع نوم دی چې الله جل جلاله یې خوښوي او پرې راضي کیږی.
او د الله تعالی عبادت د هغه په اطاعت سره کیږي؛ داسې چې اوامر یې پر ځای شي او له نواهیو څخه یې ډډه وشي.
د لوست لارښوونې:
عبادت ډیر ډولونه لري: ظاهري عبادتونه لکه: لمونځ، دعا، ذبح، د مور او پلار سره نیکي، خپلوي پالنه، د نیکۍ او تقوا په کارونو کې له یو بل سره مرسته، د الله په لار کې جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او باطني عبادتونه لکه: محبت، خوف، ویره او هیله مندي.
ټول عبادتونه باید د الله جل جلاله لپاره وي.
د حنفاء معنا: له ټولو دینونو څخه د اسلام دین ته مائل.
عبادت کوونکی هغه څوک دی چې د الله تعالی د احکامو پيروي وکړي او له ممانعتونو څخه یې ځان ساتي.
پوښتنې:
س۱: د ظاهري عبادتونو لاندې په کرښې کش کولو سره یې له باطني عبادتونو څخه جلا کړي:
حج - توکل - دعا - لمونځ - ویره - د الله په لار کې جهاد.
س۲ - لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
أ- عبادت ...........................................................................
ب- د الله تعالی عبادت د هغه د ................... پر ځای کولو او له ................. څخه یې په ځان ساتلو سره کیږي.
دریم لوست
توحید او ډولونه یې
توحید: په عبادت سره د الله یووالی دی او دا د پېغمبرانو هغه دین دی چې هغوی پرې الله تعالی خپلو بندګانو ته رالیږلي دي، الله تعالی فرمایلي:
او طاغوت: هر هغه چاته ویل کیږي چې له الله پرته یې عبادت وشي او هغه پرې راضي وي.
او توحید: درې ډولونه لري؛ د ربوبیت توحید، د الوهیت توحید، د اسماوو او صفاتو توحید.
د لوست لارښوونې:
انسان هغه وخت موحد کیدی شي چې د عبادت په ټولو انواعو کې الله تعالی په یووالی سره ومني.
- دا پر خلکو د الله تعالی لورینه ده چې د هغوی د لارښوونې او ورته د نیغې لارې د ښودلو لپاره یې رسولان رالیږلي دي.
ټول پېغمبران توحید ته بلنه او له شرک څخه منع کول کوي.
پوښتنې:
س۱: توحید تعریف کړه.
س۲: د توحید ډولونه وښایه.
س۳ - څه وخت یو انسان الله تعالی ته موحد جوړیدی شي.
څلورم لوست
د ربوبیت توحید
لومړی ډول: د ربوبیت توحید:
دا: په افعالو کې الله تعالی په یووالی سره منل دي.
پدې توحید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې مشرکانو اقرار کړی و،خو اسلام ته یې داخل نه کړل، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره وجنګیده او د هغوی ویني او مالونه یې حلال وګرځول.
دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
او الله تعالی فرمایلي:
[المؤمنون: 84 - 89].([4]).
د لوست لارښوونې:
- د الله جل جلاله په افعالو کې هغه یو ګڼل، په دې باور ساتل چې هغه خالق، رازق، ژوندی کوونکى، مړ کوونکی او د داسې نورو اعمالو یوازینی څښتن دى (او پدې ټولو کې ورسره هیڅ شریک نشته)
- کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کفارو ته راغی نو دوی د ربوبیت پر توحید ایمان درلوده، خو دې ایمان یې ورته ګټه ونه رسوله. ځکه چې دوی الله تعالی سره په الوهیت کې شرک کاوه (هغه یې یوازې د عبادت مستحق نه ګاڼه)
- څوک چې په دې عقیده وي چې الله پیدا کړی او همغه روزي ورکوي، خو یوازې د الله عبادت نه کوي؛ هغه انسان مشرک دی، له دې امله الله تعالی په تیرو آیتونو کې مشرکان ملامت کړل او ویې رټل.
پوښتنې: - ملکوت یعنې پادشاهي. -و هو یجیر: او هغه پناه وركوي، او هغه خپل بندګان له شر څخه ساتي او هره بده پېښه ترې دفع کوي. - ولا يجارُ عليه: او د هغه پر خلاف پناه نشي وركول كېدى، يعنې هيڅوك د الله په مقابل کې چاته پناه نشي ورکولای (چې د الله نه یې بچ کړي) او د هغه شر مخنیوی نه شي کولای چې الله تعالی ټاکلی وي. - أنَّى تُسْحَرون: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟ ستاسو عقلونه چېرته تللي دي.
س۱ - الله تعالی د هغه په افعالو کې یو ګڼل څه معنا؟
س۲ - د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې کفارو کوم توحید منلی و او آیا د هغوی اقرار دوی ته ګټه رسولې وه؟
س۳ - د ربوبیت توحید دلیل څه دی؟
س۴ - ایا هغه څوک مسلمان ګڼل کیدی شي چې دا مني چې الله روزي ورکوونکی، ژوندي کوونکی او مړ کوونکی دی خو عبادت یې نه کوي؟ او ولې؟
پنځم لوست:
د الوهیت توحید
دویم ډول: د الوهیت توحید:
دا: د الله تعالی یووالی دی د بندګانو په افعالو کې لکه: دعا، نذر، قربانۍ، امید، خوف، هیله، ویره، رجوع کول، مرسته غوښتل، پناه غوښتل او لوی ګڼل.
دا ډول توحید هغه دی چې په پخوا او اوسنيو وختونو کې د پیغمبرانو او د هغوی د قومونو تر منځ پکې شخړه رامنځته شوې وه.
د دعا دلیل د الله تعالی دا قول دی:
([5]) [غافر: 60].
د لوست لارښوونې:
- د الوهیت توحید چې د (عبادت توحید هم ورته وایي) هغه توحید دی چې له امله یې پېغمبران رالیږل شوي او کتابونه نازل شوي، او هر پېغمبر پرې خپل امت ته بلنه پېل کړې ده لکه څنګه چې نوح، هود، صالح او شعیب علیهم السلام فرمایلي دي:
(يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ) (اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه پرته (بل) هېڅ په حقه معبود نشته).
- دعا د توحید او عبادت یو له سترو ډولونو څخه ده او له همدې امله الله تعالی په دې آیت کې فرمایلي:
(إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي)، (بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي)، داخرین: یعنې خوار او ذلیل.
یعنې: زما له رابللو څخه، دلیل یې د آیت پیل دی چې فرمایي:
(ادْعُونِي) ما راوبلئ.
پوښتنې:
س۱: د الوهیت توحید تعریف کړه.
س۲ - هغه څه دي چې پېغمبرانو ورته خپل قومونه تر ټولو لومړی رابللي وو؟
س۳: الله تعالی فرمایلي:
په آیت کې پدې خبره دلیل دی چې دعا له عبادت څخه ده، تشریح یې کړه.
س۴: د بندګانو پنځه افعال وښیه چې عبادت وي، او یوازې الله تعالی ته یې کول فرض وي.
س۵: د ربوبیت او الوهیت توحید تر منځ څه توپیر دی، مثال یې ووایئ؟
شپږم لوست
د اسماء او صفاتو توحید
دریم ډول: د اسماء او صفاتو توحید:
دا : په هر هغه څه ایمان راوړل دي چې په قرآن کریم او صحیح احادیثو کې د الله تعالی له نومونو او صفتونو څخه ذکر شوي دي چې هغه پرې خپله خپل ځان نومولی او یا یې پرې پېغمبر صلی الله علیه وسلم نومولی، او دا باور درلودل چې د الله په څېر هیڅ شی نشته او هغه اوریدونکی او لیدونکی دی، الله تعالی فرمایلي:
او الله تعالی فرمایلي:
او الله تعالی فرمایلي:
(لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) ( د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى)
د لوست لارښوونې:
- د الله تعالی په نومونو او صفتونو ایمان لرل واجب دي.
د الله تعالی نومونه او صفتونه له قرآن کریم او صحیح حدیثونو څخه د سلفو صالحینو د فهم مطابق پېژندل کیږي.
- د الله تعالی نومونه ټول ښکلي او ډیر دي لکه: الصمد (بی نیازه)، البارئ (له مخکنۍ بیلګې پرته پيدا کوونکی)، السمیع (اوریدونکی) البصیر(لیدونکی)، الرحمن (رحم کوونکی)، الرحیم (مهربان)، او هغه لره ډیر صفتونه دي لکه: الرحمة (رحمت)، القوة (ځواک)، الحکمة (حکمت)، الحیاة (ژوند)، العزة (عزت) او العلم (علم او پوهه). الصمد: هغه بادار چې مخلوق پرې تکیه لري او خپلې اړتیاوې ورته وړاندې کوي.
- مسلمان ته روا نه دي چې د الله تعالی صفتونه د مخلوقاتو له صفاتو سره تشبیه کړي، ځکه چې الله ډیر لوړ او لوی دی.
﴿لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾ (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى)
- مسلمان ته په کار دي چې الله تعالی د هغه په نیکو نومونو راوبلي، د بیلګې په توګه ووایي چې: یا غفور اغفر ذنبي (ای بښونکی ذاته؛ بښنه راته وکړه، يا رَحمانُ ارْحمَنِي: ای مهربان ذاته پر ما رحم وکړه، يا عَلِيمُ عَلِّمْنِي؛ ای علیم ذاته ماته پوهه راکړې او داسې نور.
پوښتنې:
س۱: د الله تعالی نومونه او صفتونه له کوم ځایه پیژنې؟
س۲ - د الله تعالی ځینې نومونه وښیه چې ته یې پیژنې.
س۳: د الله تعالی ځینې صفتونه وښییه چې ته یې پېژنې.
س۴ - آیا مونږ ته روا دي چې مخلوق ته له خالق سره تشبیه ورکړو؟ دلیل پرې څه دی؟
س۵ - په څه سره الله تعالی رابلو؟
اووم لوست
مخلوق ته د الله تعالی رسولان
پېغمبران: هغه کسان دي چې الله جل جلاله خلکو ته د دې لپاره رالېږلي چې شريعت یې ورسوي او یوازې د یو الله عبادت ته یې راوبلي چې شریک نه لري او له هغه پرته یې د بل چا له عبادت څخه منع کړي.
د پېغمبرانو له لیږلو څخه حکمت:
الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د حجت په توګه لېږلي، تر څو خلكو ته دين ورسوي، او پیروي کوونکو ته په جنت او لوی ثواب سره زیری ورکړي او ګناهکار له اور او سخت عذاب څخه وویروي.
الله تعالی فرمایلي دي:
د رسولانو لومړی او وروستی:
لومړی یې نوح او وروستی یې محمد صلی الله علیه وسلم دی:
د لوست لارښوونې:
الله جل جلاله هر امت ته یو پېغمبر لیږلی تر دې چې د پيغمبرۍ لړۍ یې زموږ د پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت پای ته ورسوله، نو هغه د قیامت تر راتلو پورې انسانانو او پېریانو ټولو ته د الله جل جلاله پېغمبر دی.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ کې درې مهم ټکي شامل دي:
۱ - خلکو ته د هغوی رب د هغه په نومونو او صفتونو سره ورپېژندل.
۲- د الله تعالی د عبادت د سمې طریقې بیانول.
۳- خلکو ته د قیامت په ورځ د خپلو اعمالو د جزا بیانول.
پوښتنې:
س۱: پېغمبرانو علیهم السلام خپل قومونه څه شي ته رابللي وو؟
س۲ - لاندې تش ځایونه ډک کړئ:
أ- د پېغمبرانو لومړی . . . . . . . . . . . . . . . او ورستی یې . . . . . . . . . . .
ب- د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پيغام كې مهم مسايل شامل دي، چې عبارت دي له:
1-. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .. . .
2-. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .. . .
اتم لوست
لومړی هغه څه چې الله تعالی پر خلکو فرض کړي دي.
پدې پوه شه ([7]) - الله دې پر تا رحم وکړي - چې لومړی شی چې الله تعالی پر بني آدم فرض کړی هغه په الله ایمان او په طاغوت کفر دی، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
پر طاغوت د کفر کولو وضاحت: د دې لیکنې عنوان دی (معنى الطّاغوتِ ورُؤُوس أنواعِه). یعنې د طاغوت معنا او د ډولونو سرونه (مشران) یې.
په طاغوت د کفر تشریح: چې له الله پرته د بل هر شي د عبادت د بطلان عقیده ولرې، ترې لاس په سر شې او کرکه ترې ولرې.
د لوست لارښوونې:
د بنده ایمان هغه مهال صحیح کیږي چې (د ایمان سره) په طاغوت کفر وکړي، ځکه چې الله جل جلاله په عبادت حکم پر طاغوت د کفر کولو سره تړلی دی لکه چې فرمایي:
(أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ) (چې تاسو د الله عبادت وکړئ او له طاغوت نه ځان وساتئ)
پر طاغوت کفر کول په ډیرو کارونو سره کیږي لکه:
۱- دا عقيده لرل چې له الله پرته د بل چا عبادت باطل دی، که څه هم هغه ملاېک وي يا نبي.
۲- چې له الله پرته د بل چا د عبادت کولو څخه ډډه وکړي، نو له الله پرته بل څوک نه رابلي، او یوازې پر الله توکل کوي، له الله پرته بل چاته قرباني نه کوي او یوازې الله تعالی ته نذر کوي.
۳- چې له شرک او هغو مشرکانو څخه کرکه ولرې چې د مسلمانانو سره دښمني کوي.
4- د هغه چا د کفر عقیده ولري چې د الله تعالی سره نور معبودان شریکوي.
- مینه او نفرت کول له دین څخه دي، نو پر مسلمان واجب دي چې د توحید او طاعتونو سره مینه او له شرک او ګناهونو څخه کرکه ولري.
پوښتنې:
س۱: لومړی څه شی دی چې الله تعالی پر بني آدم فرض کړی دی؟ دلیل یې ووایه.
س۲: په طاغوت کفر څنګه کیږي؟
س۳: پر طاغوت د کفر کولو طریقه څنګه ده؟
س۴: د هغه چا حکم څه دی چې له الله پرته د بل چا عبادت وکړي؟
نهم لوست
ریښتینی ایمان
په الله تعالی د ایمان معنا:
دا ده چې: باور ولرې پدې چې يوازې يو الله دى چې له هر چا پرته یې عبادت کیږي، او دا چې د عبادت ټول ډولونه خاص الله لره وګرځوې، له هغه پرته یې د بل هر معبود څخه نفي کړې، د الله لپاره مینه ولرې او د الله لپاره یو څه بد وګڼې.
دا د ابراهیم علیه السلام ملت دی ([8]) چې چا ترې مخ وګرځاوه نو یقینا چې ځان یې احمق کړ، او دا هغه طریقه ده چې الله تعالی یې په اړه پدې وینا سره خبر ورکړی دی:
د لوست موخې:
۱ - ایمان یوازې یوه کلمه نده چې انسان یې په ژبه ووایي، بلکې (ایمان) وینا، عقیده او عمل دی. ملت: دین دی، او د ابراهیم ملت: د توحید دین دی.
۲ - ریښتینی ایمان عبارت دی لدې چې:
- دا عقیده ولرې چې الله یو دی، هیڅ شریک نه لري او دا چې هغه یوازې له هر چا پرته د عبادت وړ دی.
- په اخلاص سره د الله عبادت وکړې.
- چې د مؤمنانو سره محبت ولرې او مرسته یې وکړې.
- له هغو کفارو څخه کرکه ولرې چې د مسلمانانو سره دښمني کوي، او ظلم ورسره ونه کړې.
۳ - چا چې دا دین پرېښود او د ابراهیم له ملت څخه یې مخ واړاوه نو یقینا چې خپل ځان یې سپک کړ او د خپل ځان په فاسدولو او بربادولو کې یې هڅه وکړه، الله تعالی فرمایلي:
پوښتنې:
س۱: ابراهیم علیه السلام د پېغمبرانو پلار دی، الله تعالی یې قوم ته ورولیږه چې یوازې د یو الله عبادت ته یې راوبلي، هغوی له الله پرته د بتانو عبادت کاوه، نو ابراهیم علیه السلام د یو الله عبادت ته راوبلل، خو هغوی ضد او لویي وکړه او د بتانو پر عبادت یې ټینګار وکړ، نو کله چې هغوی د اختر لپاره میلې ته ووتل، ابراهیم علیه السلام یې ټول بتان مات کړل، کله چې هغوی پوه شول، لوی اور یې بل کړ او هغه یې پکې وغورځاوه، آیا پوهیږئ چې له ابراهیم علیه السلام سره څه وشول؟ هغه اور ونه سوځاوه؛ بلکې الله تعالی ورته سوړ او د امن ځای وګرځاوه.
س۱: د ابراهیم علیه السلام په کیسه کې د ایمان ځینې معناوې دي، هغه ترې راوباسئ.
س۲: ریښتینی ایمان په څه سره کیږي؟
س۳: هغه چاته څه ویل کیږي چې د ابراهیم علیه السلام ملت پریږدي؟
س: څوک چې د ابراهيم عليه السلام دين پريږدي هغه خپل ځان ته څه زيان رسوي؟
س: آیا په لاندنیو حالاتو کې سم ایمان ترلاسه کیږي؟
أ- یو سړی دی لمونځ کوي خو له نیکانو خلکو کرکه کوي؟
ب- یو سړی دی ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته، خو د کفارو سره مینه لري.
ج- یو سړی یوازې د یو الله عبادت کوي او له مؤمنانو سره محبت کوي.
لسم لوست
شیطان طاغوت دی
طاغوت:
طاغوت عام دی، هر هغه څه چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي او هغه یې پر عبادت راضي وي، هغه که معبود وي یا یې پیروي کیږي، او یا یې د الله او رسول له اطاعت پرته اطاعت کیږي، نو هغه طاغوت دی.
طاغوتان ډیر دي، چې له جملې څخه یې (ځینې دا دي):
لومړی: شیطان چې له الله پرته د بل عبادت ته بلنه ورکوي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
د لوست لارښوونې:
۱- ظلم له حد څخه تېرېدل دي، او طاغوت: هغه څوک دی چې له حده تېر شي او دعوه وکړي چې هغه د خلکو لپاره معبود دی، یا دا چې په غیبو پوهېږي، یا په کایناتو کې تصرف کولی شي او یا خلک له شریعت پرته بل څه ته راوبلي.
۲ - هغه څوک چې خلک یې عبادت وکړي او هغه یې په عبادت راضي نه وي، هغه ته طاغوت نه ویل کیږي لکه: ملاېکې او عیسی ابن مریم علیه السلام.
۳ - شیطان د ټولو طاغوتانو سر دی؛ ځکه چې خلک د خپل رب له عبادت څخه ګرځوي، او شرک او کفر ورته ښایسته کوي.
۴ - شیطان د بني آدم سخت دښمن دی؛ ځکه چې پلار یې ورته له جنت څخه راویستلی، او هغه خپلې ډلې ته بلنه ورکوي چې دوزخیان یې کړي.
۵ - صراط مستقیم (نیغه لار): د یو الله عبادت او د شیطان د عبادت پریښودل دي.
پوښتنې:
س۱: طاغوت تعریف کړه.
س۲: ولې ابلیس تر ټولو لوی طاغوت دی؟
س۳ - صراط مستقیم څه دی؟
س۴ : په ایت کریمه کې الله تعالی موږ له څه شي نه منع کړي یو؟ او په څه شي یې موږ ته امر کړی؟
یوولسم لوست
د الله له نازل کړي (شریعت) پرته په بل څه فیصله کول
دویم: هغه واکمن چې د الله حکمونو ته بدلون ورکوي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
د لوست لارښوونې:
۱ - چا چې د الله شریعت تحریف کړ، د هغه حکمونه یې بدل کړل؛ حرام یې حلال کړل او یا یې حرام حلال کړل نو هغه طاغوت دی، برابره خبره ده که هغه واکمن وي او یا بل څوک.
۲ - چا چې د الله له شریعت پرته پر بل څه پریکړه وکړه، پدې باور چې دی په څه پریکړه کوي د الله له شریعت څخه غوره دی نو هغه طاغوت دی او له دین څخه وتلی دی.
۳ - د مسلمان شان دا دی چې د خپل رب له حدودو سره ودریږي، او پر هغه څه پریکړه وکړي چې الله نازل کړی وي، او د الله د شریعت په وړاندې بدلول او تحریف ونه کړي.
پوښتنې:
س۱ - هغه چا ته څه ویل کیږي چې د الله تعالی حکمونه یې بدل کړي وي؟
س۲: هغه چاته څه ویل کیږي چې پر هغه څه پریکړه نه کوي چې الله نازل کړی دی، په دې باور چې دی په کوم څه پریکړه کوي د الله له شریعت څخه غوره دی؟
دولسم لوست
چا چې په غیبو د پوهېدلو دعوه وکړه او یا پرې راضي شو چې خلک یې عبادت وکړي نو هغه طاغوت دی
دریم: هغه څوک چې له الله پرته پر غیبو د پوهېدو دعوه کوي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
او الله تعالی فرماېلي:
څلورم: هغه څوک چې له الله پرته یې عبادت کیږي او هغه یې پر عبادت خوښ وي، دلیل یې د الله تعالی قول دی:
د لوست لارښوونې:
۱ - څوک چې پر غیبو د پوهېدلو دعوه وکړي لکه: غیب ویونکی، فال لیدونکی، نجومي او داسې نور، دا ټول د طاغوت په نوم کې راځي، دوی د غیبو د علم په ادعا سره د الله تعالی په حق برید وکړ، ځکه چې په غیبو له الله پرته بل څوک نه پوهیږي.
۲ - پر مسلمان واجب دي چې کوډګرانو، فالبینانو او نجومیانو ته لاړ نه شي او د هغوی پر
اټکلونو او دروغو باور ونه کړي.
۳- له طاغوتانو څخه هغه کسان هم دي چې خلک یې رابلي او له مصیبتونو څخه د خلاصون لپاره ترې مرسته غواړي؛ هغه کار چې یوازې الله تعالی پرې غالب دی او هغه د دوی په عبادت راضي وي. کاهن: هغه چاته وایې چې ادعا کوي په تیرو غیبو پوهیږي. او عراف: هغه څوک دی چې په راتلونکي کې په چارو د پوهیدو ادعا لري، او نجومي: هغه څوک دی چې په ستورو کې د کتو له مخې دعوه کوي چې د کائناتو په حال پوهیږي.
پوښتنې:
س۱: چا سره د غیبو علم دی؟ پدې دلیل وړاندې کړئ.
س۲: په طاغوتانو کې دریم او څلورم کوم دي؟
س۳: د هغه چا سزا څه ده چې وایې: زه له الله پرته معبود یم؟
س۴: آیا له الله پرته بل څوک په غیبو پوهیږي؟
س۵: په آیت کریمه کې څوک ظالمان یاد شوي دي؟
دیارلسم لوست
مومن باید په طاغوت کفر وکړي.
او پوه شه چې انسان تر هغه پورې په الله مؤمن نه شي جوړیدلی چې په طاغوت کفر ونه کړي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
له (الرُّشْدُ) څخه مراد د محمد صلی الله علیه وسلم دین دی، او له (الغی) څخه مراد: د ابوجهل دین دی.
العُرْوَةُ الوُثْقَى:
پدې ګواهۍ کې چې له الله پرته بل معبود نشته نفي او اثبات دواړه نغښتي دي، په نفي سره له الله تعالی پرته د نورو ټولو شیانو عبادت نفي کیږي او د عبادت ټول ډولونه یوازې یو الله ته ثابتیږي چې شریک نه لري ([10]).
د لوست لارښوونې:
۱ - د توحید په تحقق کې تر ټولو مهم شی یوازې د یو الله عبادت دی.
۲- په الله تعالی ایمان یوازې په طواغتانو په کفر کولو او له هر هغه چا نه په بیزاره کېدلو محقق کیږي چې د هغوی عبادت یې کړی وي، نو لومړی باید انسان په طاغوت کافر شي لکه چې الله پاک فرمایلي:
﴿فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ﴾. (څوک چې پر شيطان کفر وکړي او پر الله ايمان راوړي) (آيت). () دا لیکنه: (معنى الطّاغوت ورُؤوس أنواعِه) پای ته ورسیده.
۳- العُرْوَةُ الوُثْقَى (ټینګه رسۍ): پدې شاهدي ورکول دي چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، چا چې پرې منګولې ولګولې کامیاب شو او له بدبختۍ، ګمراهۍ او تاوان څخه وژغورل شو.
پوښتنې:
س۱ : تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
أ) ټینګه رسۍ نیوونکی باید په ................... کافر او په ..................... ایمان ولري.
ب) پدې ګواهي ورکول چې په حقه معبود یوازې یو الله دی په ............................................ او.................................... ته شاملیږي.
س۲ - د هغه چا بدله څه ده چې په کلکه رسۍ منګولې ولګوي؟
س۳ - آیا په طاغوت کفر کول واجب دي؟ او ولې؟
عنوان: درسي نصاب، فقه، څلورمه سویه
لنډه کتنه: دا علمي مضمون په سعودي عربستان کې د زده کونکو لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح شوی لنډیز دی چې په بېلابېلو سویو ویشل کیږي، په دې کې یو مضمون فقهې ته ځانګړی شوی چې دولس (۱۲) سویې لري. هغه اړین موضوعات او مسائل چې په څلورمه سویه کې راوړل شوي په لاندې ډول دي:
د طهارت او فضيلت په اړه وینا، د اوداسه شرطونه، فرضونه، سنتونه او اودس ماتوونکي.
د اذان او اقامت طریقه.
د اوداسه د هغو شرطونو تشریح چې له هغوی پرته نه صحیح کیږي.
د فرض لمانځه د وختونو، ارکانو او واجباتو تشریح.
په ساده او اسانه طریقه د فاتحې سورت تفسیر.
څلورمه سویه
سریزه
الحمدُ للهِ الذي عَلَّمَ بِالقَلَمِ، عَلَّمَ الإنسانَ ما لم يَعْلَم، والصَّلاةُ والسَّلامُ على الرَّسولِ الكَريم الذي بَلَّغ ما أُنْزِلَ إليه، ووَضَّحَ لأُمَّتِه أحكامَ الدِّينِ، وكلَّ ما يحتاجون إليه في أَمْرِ الدُّنْيا والآخِرَة، وبعد:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
پر همدې بنسټ، د واجب احساس او په شرعي احکامو پوهېدلو ته د اړتیا له مخې د ښوونې او روزنې وزارت له پېله په ټولو تعليمي سویو کې د فقهې د تدریس پرېکړه وکړه؛ ځکه پر دې پوهېدل د احکامو پېژندلو او تصور کولو سره یې تړاو لري او دې ته سخته اړتیا لیدل کیږي چې يو مسلمان په بصيرت سره د خپل رب عبادت وکړي.
او خوښ ګڼو چې ښوونکي ته د ځینو هغو لاروچارو یادونه وکړو چې له هغه سره د شرعي علم په رسولو او په اسانه توګه د زده کوونکو د پوهولو په برخه کې د مسوولیت په ترسره کولو کې مرسته وکړي لکه:
1- دا راپه زړه کول چې دینې زده کړه دين دى او دا چې زده کړه یې د هغه تبليغ برخه ده چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته په دې وینا سره بلنه کړې ده:
« بَلِّغوا عنِّي ولو آيَة » ([2]). «زما له اړخه خلکو ته (دین ورسوئ) که څه هم د یو آیت په اندازه وي».
لکه څرنګه چې دا یو عبادت دی چې الله تعالی یې تر هغه نه قبلوي چې خاص د هغه د رضا لپاره نه وي.
۲ - له الله تعالی څخه د ډیر ذکر، دعا او استغفار لپاره مرسته غوښتل او دا چې پر ښوونکي، د هغه په خبرو، ظاهر او کړنو یې اغیز ښکاره شي.
۳ - د زده کړې د عمومي اهدافو، د هرې مرحلې او هر مضمون د اهدافو درک کول چې تدریس کیږی؛ ځکه دا له ښوونکي سره مرسته کوي چې مضمون ته له نوموړو اهدافو سره تړاو ورکړي، مناسبه موضوع او اسلوب یې انتخاب کړي او د نوموړو اهدافو په رڼا کې د زده کوونکو ارزونه کوي. بخاري په کتاب أحادیث الأنبیاء؛ باب: ما ذکر عن بنی اسرائیل کې په ۳۴۶۱ شمیره روایت کړی دی.
4- د تدریس د مختلفو میتودونو کارول او د هر لوست لپاره د مناسب میتود غوره کول.
۵ - د لوست له تشریح کولو مخکې اړونده ماخذونو ته مراجعه کول.
له الله تعالی څخه سوال کوو چې دا کړنه خاص د خپلې رضا لپاره وګرځوي، او د الله درود دې وي زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم.
لومړی لوست ([3])
اودس
طهارت او فضیلت یې:
الله تعالی فرمایلي: ښوونکي ته: - ښوونکی د لوست دوه نصوص تشریح کوي او له مخې یې د اوداسه اهمیت او فضیلت بیانوي. - په اوداسه او نورو چارو کې اسراف کول حرام دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: " إنَّه سَيكُونُ في هذه الأُمَّةِ قَوْمٌ يَعتَدُونَ في الطَّهورِ والدُّعاءِ ". «پدې امت کې به داسې خلک وي چې په پاکوالي او دعا کې به له حد نه تیری کوي». ابو داود په ۹۶ شمیره روایت کړی، لدې امله په اوداسه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه دا وه چې هغه به په یوې لپې اودس کاوه. - د طهارت په مشروعیت کې ښکاره دلیل دی چې اسلام پاکوالي ته پاملرنه کړې ده. - په اسلام کې ظاهري پاکوالي ته په پاملرنې کې دې ته اشاره ده چې باطني پاکوالی هم اړین دی لکه له: ګناهونو، کینې، حسد او د زړه له نورو ناروغیو څخه پاکوالی.
(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) (یقینًا الله ډېر توبه وېستونكي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي)
او (رسول الله) صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟» قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ:«إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ([4])، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الصَّلَاةِ».([5]). «آیا زه تاسو ته هغه څه ونه ښایم چې په دې سره الله تعالی ګناهونه له منځه وړي او درجې لوړوي؟» هغوی وویل: هو، ولې نه ای د الله رسوله: هغه وفرمایل: «په سختیو کې اودس بشپړول او جوماتونو ته زیات قدمونه اخیستل او له یو لمانځه وروسته بل لمانځه ته انتظار کول».
د مسلمان لپاره پاکوالی په دوو شیانو حاصلیږي:
۱- اودس ۲- د نجاست لرې کول.
هغه څه چې اودس ورته شرط دی:
کله چې مسلمان غواړي له لاندې کارونو څخه یو وکړي، نو باید اودس وکړي: مکاره د مکروه جمع ده او هغه څه ته ویل کیږي چې انسان یې نه خوښوي او ورته سخت وي لکه: په سخته یخنۍ کې اودس کول.
(لمونځ -مصحف لمس کول- طواف) مسلم په کتاب الطهارة؛ باب: فضل اسباغ الوضوء علی المکاره کې روایت کړی دی (1/219)، او (251).
د اوداسه واجبات:
- اودس یو واجب لري چې هغه (بسم الله) ویل دي.
- بسم الله د اودس په پیل کی ویل کیږی.
- له چا څخه چې بسم الله هیره شوه، یا یې د اودس په جریان کې رایاده شوه، نو بسم الله دې ووایي او اودس ته دې دوام ورکړي.
- له چا چې بسم الله هیره شوه تر دې چې اودس یې خلاص شو، نو اودس یې صحیح دی او هیڅ شی پرې نشته.
پوښتنې:
س۱: د اودس طریقه وښیه.
په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
أ- کله چې مسلمان د لمانځه اراده ولري، باید اودس وکړي.
ب - پر مسلمان واجب دي چې کله له یادو قرآن وایي باید اودس وکړي.
ج- پر مسلمان واجب دي چې له کعبې شریفې څخه د طواف لپاره اودس وکړي.
د- له چا چې بسم الله هېره شوه، تر دې چې له اودس نه فارغ شو، پرې واجب دي چې بیا اودس وکړي.
هـ- د بسم الله ویلو ځای: د اودس په پیل کې.
س۳: د صحیح ځواب له شمېرې څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ: بشپړ اودس کول لوی فضیلت لري:
۱ - الله تعالی پرې یوازې ګناهونه له منځه وړي. ۲ - الله تعالی پرې یوازې درجې لوړوي.
۳ - الله تعالی پرې ګناهونه له منځه وړي او درجې پرې لوړوي.
ب - د کوم کار لپاره اودس کول واجب دي:
۱ - مصحف راخیستل. ۲ - خوراک کول. ۳ - خوب کول.
ج - له چا چې بسم الله هېره شوه، بیا د اودس په جریان کې ور په یاد شوه نو پرې واجب دي چې:
۱ - اودس له سره پيل کړي. ۲ - بسم الله ووایي او اودس ته ادامه ورکړي.
۳ - اودس ته ادامه ورکوي او بسم الله نه وایي.
دویم لوست([6])
د اوداسه شرطونه:
اودس شرطونه لري چې ځینې یې دا دي:
۱ - نیت: چې په اودس سره د ناپاکۍ د لرې کېدلو قصد وکړي، یا په اودس سره د لمانځه لپاره د طهارت قصد وکړي، او یا د قرآن کریم د لوستلو او داسې نورو کارونو اراده وکړي.
۲ - چې په پاکو اوبو سره وي، ځکه له اوبو پرته اودس نه صحیح کیږي او په ناپاکو اوبو هم اودس نه کیږي.
۳ - چې اوبه (د حکم له اړخه) مباحې وي، ځکه په حرامو اوبو اودس نه کیږي لکه: په زوره تر لاسه شوې اوبه او داسې نورې.
۴ - د هغه څه لرې کول چې غړو ته د اوبو د رسیدو مخنیوی کوي لکه: اوړه، خټه، رنګونه او داسې نور. ښوونکي ته! - الحدث: یعنې چې د انسان بدن ته داسې یو څه ورپېښ شي چې د لمانځه او داسې نورو (کارونو) څخه یې منع کوي، او لامل به یې وروسته په اودس ماتوونکو کې راشي. - النیة: نیت په لغت کې قصد ته وایې، او غالبا په یوې موضوع کې د زړه د ارادې لپاره کارول کیږي او په اصلاح کې دې ته وایې چې د نجاست د لیرې کولو اراده وکړي؛ یا د هغه څه لپاره چې پاکوالی ورته واجب او یا سنت وي، د مثال په توګه که د قرآن کریم د تلاوت لپاره اودس وکړي چې قرآن له یادو ووایي ( حال دا چې د دې لپاره اودس کول سنت دي) نو دی کولی شي چې په همدې اوداسه سره فرض لمونځ وکړي؛ ځکه چې پدې اودس سره یې د نجاست د لرې کولو اراده کړې وه، او د نیت ځای زړه دی او په خوله یې ویل یې بدعت دی. - د مخکې او وروسته شرمګاوو پاکول د اودس برخه نده، بلکې هغه چاته یې پاکول اړین دي چې تشې او یا ډکې متیازې وکړي، او دا کار د هر اودس لپاره اړین نه دی. - ښوونکی دې خبرې ته د زده کوونکو پام راړوي چې که چېرته یو څوک متیازې وکړي او له استنجا پرته بیرته پرتوګ واغوندې او بیا لمونځ وکړي نو لمونځ یې صحیح نه دی (ځکه له متیازو کولو وروسته باید استنجا وکړي چې شرمګاوې یې له نجاست څخه پاکې شي).
۵ - له تشو او ډکو متیازو وروسته د دواړو شرمګاوو پاکول.
پوښتنې:
۱ - د اوداسه شرطونه وشمېره.
س۲: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
أ- په ناپاکو اوبو اودس نه کیږي.
ب- په غلا شوو اوبو اودس کېږي.
ج- په زوره تر لاسه شوو اوبو اودس نه کیږي.
د - په چای اودس کیږي
۳: تش ځایونه په مناسبو کلمو ډک کړئ:
۱- نیت: دې ته وایې چې د .............................................. اراده وکړي؛ یا د هغه څه لپاره چې پاکوالی ورته .....................................وي.
۲ - په اوبو سره د اودس کولو لپاره شرط دا دی چې اوبه ............................او دا چې ....................................... وي.
۳ - د اوداسه له شرطونو څخه د ........................... لرې کول دي چې ...................... د اوبو د رسیدو مخنیوی کوي لکه ............................... او ...................................... او .....................
دریم لوست ([7])
د اوداسه فرضونه
اودس شپږ فرضونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱ - مخ وینځل: چې مضمضه او استنشاق دواړه پکې شامل دي، مضمضه: په خولې کې اوبو خوځولو ته وایې او استنشاق د تنفس په واسطه پوزې ته اوبو کش کولو ته وایې.
۲ - د څنګلو په شمول د دواړو لاسونو (مټو)وینځل.
۳ - سر، سره له دواړو غوږونو مسح کول.
۴ - د ښنګرو (ګیټیو) په ګډون د دواړو پښو وینځل.
۵ - ترتیب. ښوونکي ته: - الفروض: فروض د فرض جمع ده چې له واجبو څخه یې مرتبه پورته ده؛ ځکه چې په قصد او سهوه نه ساقطیږي، د واجب پر خلاف چې د سهوې په حالت کې ساقطیږي. - ښوونکې دې زده کوونکي وپوهوي چې په اودس کې باید ټول مخ ووینځل شي، یعنې په اوږدو د تندي له پورته برخې څخه د مرۍ تر چنغړک پورې (راوتلی کرپندوکی چې د ږیري وروستی حد دی) او په پلنوالي له یو غوږ څخه تر بل غوږ پورې، نو یوازې د مخ مخکنۍ برخه وینځل بسنه نه کوي (باید ټول مخ ووینځل شي). - د څنګلو په ګډون د دواړو لاسونو وینځل، داسې چې د ګوتو له څوکو یې پیل کړي، نه دا چې له مړوند نه پورته یې ووینځي. - د غوږونو په ګډون د سر مسح کول: داسې چې یو ځل دواړه لاسونه په اوبو لانده کړي او د سر له مخکنۍ برخې څخه یې تر شا پورې کش او بېرته راکش کړي، او بیا په همغو لندو لاسونو؛ د شهادت په ګوتو سره د دواړو غوږونو نرمۍ مسح کړي او د غوږونو پاسنۍ برخه په غټو ګوتو سره مسح کړي.
۶ - الموالات: موالات دې ته وایې چې غړي پرلپسې ووینځل شي، داسې نه چې د یو غړي له وچیدو وروسته بل غړی ووینځي.
پوښتنې:
س۱ - د اوداسه فرضونه وشمېره.
س۲: په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ.
أ- د اودس له فرضونو څخه د سر له مسح کولو وروسته؛ د خولې او پوزې مينځل دي.
ب- تندی د مخ برخه نه ده، نو د اودس پر مهال یې وینځل واجب نه دي.
ج- د اودس له فرضو څخه د غوږونو په ګډون د سر مسح کول دي.
د - په اودس کې د ښنګرو وینځل واجب نه دي.
هـ- د اوداسه له فرضونو څخه د سر وینځل دي.
س۳: د صحیح ځواب له شمېرې څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ- موالات دې ته وایې چې:
۱ - په اودس کې اسراف.
۲ - په اودس کې ځنډ کول.
۳ - د غړي وینځل؛ مخکې له دې چې مخکنی غړی ووینځل شي.
ب - په اودس کې ترتیب:
۱ - د دواړو پښو، دواړو لاسونو او بیا مخ وینځلو سره.
۲- د مخ مينځل، بيا لاسونه تر څنګلو پورې، بيا د سر مسح کول، بيا د پښو مينځل.
۳ - مخکې له دې چې مخ ووینځل شي د څنګلو په ګډون د لاسونو پر مینځلو پیل وشي.
څلورم لوست ([8])
د اوداسه سنتونه
د اوداسه له سنتونو څخه:
۱- د اودس په پيل کې درې ځلې د لاسونو مينځل.
۲- مسواک؛ چې وخت یې د خولې د مينځلو پر مهال دی.
۳- د هغه چا لپاره چې روژه نه وي د خولې او پوزې په مینځلو کې مبالغه کول.
4- د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول.
5- التَّيامُنُ: ښی لاس له کیڼ لاس څخه مخکې وینځل او ښۍ پښه له کيڼې پښې مخکې وینځل.
۶- د مخ، لاسونو او پښو دویم او دريم ځل وينځل. ښوونکي ته: - په مضمضه کې له مبالغې څخه مراد؛ په خولې کې د اوبو اړول او راړول دي. - په استنشاق کې له مبالغې څخه مراد د تنفس په واسطه د پوزې پورته برخې ته اوبه کش کول دي. - د ګوتو له خلالولو څخه مراد دا دی چې د لاسونو ګوتې د پښو د ګوتو په منځونو کې ووهي، او د دواړو لاسونو ګوتې په خپلو کې په یو بل کې سره ووهي. - د مخ لاسونو او پښو دویم او دریم ځل وینځل سنت دي، حال دا چې یو ځل وینځل یې واجب دي، او د سر مسح له یو ځل نه زیات روا نه ده.
۷ - چې د اودس څخه له فارغېدلو وروسته ووایي:
( أشهَد أن لا إله إلّا اللهَ وحدَه لا شَرِيك له، وأشهَدُ أنَّ محمَّداً عَبْدُه ورَسولُه)([9])، یعنې: (زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري، او ګواهي ورکوم چې محمد د الله بنده او رسول دی).
او
(اللَّهُمَّ اجعَلْنِي مِن التَّوابِينَ واجْعَلْنِي مِن المتَطَهِّرِين )([10]). (اې الله ما له توبه کوونکو او پاکي خوښوونکو څخه وگرځوې).
پوښتنې:
س۱: د اوداسه سنتونه وشمېره.
س۲: د (أ) په ستون کې د کلمې مخې ته هغه شمیره ولیکه چې د (ب) د ستون له کلمې سره مناسبه وي.
د (أ) ستون
د (ب) ستون
۱ - مبالغه په :
( ) مضْمضه کې.
۲ - خلالول.
( ) مضمضه او استنشاق. وګوره: صحیح مسلم (1/209)، د حدیث شمیره (234) او سنن ابوداود: (1/43)، د حدیث شمیره (169).
۳ - مسواک وهل د : ترمذی په خپل جامع کې روایت کړی (1/78) د حدیث شمیره (55).
( ) دویم او دریم ځل.
۴ - وینځل
( ) ګوتې
( ) درې ځلې
س۳: خالي ځایونه ډک کړئ:
۱- د اودس په ................................ کې ...........................د لاسونو مينځل سنت دي.
۲ - تيامن دې ته وایي چې ....................................................
۳ - هغه دعا چې له اودس څخه وروسته ویل کیږي: ................................................................
پنځم لوست ([11])
اودس ماتوونکي
ځینې اودس ماتوونکي په لاندې ډول دي:
۱ - هغه څه چې له دوو شرمګاوو څخه راوځي لکه: تشې او ډکې متیازې، باد او داسې نور.
۲ - بې هوشي.
۳ - دروند خوب.
۴ - له پردې پرته له دواړو شرمګاوو څخه په یو لاس وهل.
۵ - د اوښ غوښه خوړل.
پوښتنې:
س۳: د اوداسه درې ماتوونکې وښیه.
س۳: له صحیح ځواب څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ- ځینې اودس ماتوونکي: ښوونکي ته: - کله چې تشې یا ډکې متیازې له شرمګاوو پرته له بلې لارې راووځي نو اودس ماتیږي، د بیلګې په توګه چاته چې عملیات وشي او له بلې لارې متیازې کوي. - هغه خوب چې اودس پرې ماتیږي؛ ډوب خوب دی، په داسې توګه چې د اودس په ماتیدلو پوه نه شي، خو که چیرته خوب ډوب نه وي اودس نه ماتیږي. - په شک اودس نه ماتیږي، نو چا چې اودس وکړ، بیا یې شک پيدا شو چې آیا اودس یې مات شوی که نه؟ نو د هغه اودس شته، همدا رنګه د چا چې اودس مات شو بیا شکي شو چې بیا یې اودس کړی که نه؟ نو د هغه اودس مات دی او باید اودس وکړي؛ ځکه چې یقین په شک سره له منځه نه ځي.
۱ - د اوښ غوښه خوړل. ۲ - د ګډ یا پسه غوښه خوړل. ۳ - د غوا غوښه خوړل.
ب - ځینې اودس ماتوونکي:
۱ - د خوب له امله ځنګېدل. ۲- خوب. ۳ - څښاک.
ج - کله چې دې د لمانځه په جریان کې اودس مات شو نو پر تا واجب دي چې:
۱ - لمونځ پرې کړې، بیا اودس وکړې او لمونځ راوګرځوې.
۲ - لمانځه ته ادامه ورکړې، بیا اودس وکړې او لمونځ راوګرځوې.
۳ - لمانځه ته ادامه ورکړې، او لمونځ راونه ګرځوې.
شپږم لوست ([12])
اذان او اقامت
د اذان او اقامت تعریف:
اذان: د لمانځه د وخت د داخلیدو اعلان.
اقامت: لمانځه ته د پاڅېدو خبرتیا.
اذان پنځلس جملې دی، چې په لاندې ډول دي:
اللهُ أكبَر(2)اللهُ أكبَر
اللهُ أكبَر(2)اللهُ أكبَر
أشهَد أن لا إله إلّا الله (2) أشهَد أن لا إله إلّا الله
أشهد أنَّ محمَّداً رسولُ الله (2) أشهَد أنَّ محمّداً رسولُ الله
حيَّ على الصَّلاةِ (2) حيَّ على الصَّلاةِ
حيَّ على الفَلاحِ (2) حيَّ على الفَلاحِ
اللهُ أكبَر (2) اللهُ أكبَر ښوونکې ته: - ښوونکی لوست د اذان د پيلیدو د مشروعیت پر سبب پيلوي، لکه څنګه چې د عبد الله بن زید رضي الله عنه په حدیث کې راغلي. وګوره: سنن ابی داود، (1/337) ، شمیره(449)، او د امام احمد مسند: (4/43)، شمیره: (16524). - ښوونکی زده کوونکو ته د اذان فضیلت بیانوي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې وینا کې راغلي چې: «لا يَسْمَع مَدَى صَوْتِ المؤَذِّن جِنٌّ ولا إِنْسٌ ولا شَيْءٌ إلّا شَهِدَ له يَوْمَ القِيامَةِ». هیڅ شی د مؤذن اواز نه اوري مګر دا چې د قیامت په ورځ به پرې ګواهي ورکوي، هغه که پيری وي، یا انسان وي او یا هم یو شی. بخاري په خپل صحیح کې په ۶۰۹ شمیره روایت کړی، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا چې فرمایي:" المؤَذِّنونَ أَطْوَلُ النّاسِ أعْناقاً يَوْمَ القِيامَةِ "اذان کوونکي به د قیامت په ورځ تر ټولو هسکې غړۍ لري، مسلم په خپل صحيح کې روایت کړی (1/29)، (387) شمېره.
(1) لا إله إلّا الله
د سهار په اذان کې به له: (حي علی الصلاة) نه وروسته دا الفاظ ورزیاتوي.
الصَّلاةُ خَيْرٌ مِن النَّوْمِ (2) الصَّلاةُ خَيْرٌ مِن النَّوْمِ
اقامت یوولس جملې لري، چې دا دي:
اللهُ أكْبَر (2) اللهُ أَكْبَر
أشهَدُ أن لا إله إلّا الله (2) أشهَدُ أن محمَّداً رسولُ اللهِ
حيَّ على الصَّلاةِ (2) حَيَّ على الفَلاحِ
قَد قامَت الصَّلاةُ (2) قد قامَت الصَّلاةُ
اللهُ أكبَر (2) اللهُ أكبَر
(1) لا إله إلّا الله
* اذان يوازې د عاقل، مسلمان نارينه له خوا روا دی، او په ښځه اذان او اقامت نشته.
پوښتنې:
س1: تش ځایونه پوره کړي:
1- اذان دې ته وایي:..........................................................................
۲ - اقامت عبارت دی له: ..............................................................................................
س۲: د اذان او اقامت جملې ولوله.
س۳: په (√) او (×) علامو سره ځواب ورکړئ او د غلطۍ د شتون پر مهال غلطي اصلاح کړئ.
۱ - اذان پنځلس جملې لري
۲ - اقامت لس جملې لري
۳ - موذن به: ( حَيّ على الصَّلاة ) نه وروسته: (الصَّلاةُ خَيْرٌ مِن النَّومِ) وایې.
۴ - موذن یوازې د سهار په لمانځه کې: (الصَّلاة خَيْرٌ مِن النَّوم) وایي.
اووم لوست([13])
د اذان سنتونه:
د موذن لپاره سنت دي چې:
۱ - قبلې ته مخ کړي.
۲ - چې خپلې ګوتې په دواړو غوږونو کې ورکړي.
۳ - چې په اذان سره غږ لوړ کړي.
۴- له هرې جملې وروسته د لږ وخت لپاره ځنډ کول.
۵ - د (حَيَّ على الصَّلاةِ) ویلو پر مهال ښي طرف او د: (حَيَّ على الفَلاحِ) ویلو پر مهال چپ طرف ته مخ اړوي.
د هغه چا لپاره چې د موذن غږ اوري سنت دي چې:
۱- هغه څه ووایي چې مؤذن یې وايي پرته له : حَيَّ على الصَّلاةِ، حَيَّ على الفَلاحِ) چې هغه مهال به: (لا حَوْلَ ولا قُوَّةَ إلّا بِاللهِ) وایي.
۲ - موذن او اوریدونکي ته د اذان له خلاصیدو وروسته سنت دي چې:
أ - په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي.
۲ - هغه څه ووایي چې د جابر بن عبد الله رضي الله عنه په حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: «اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ» یعنې «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد -صلی الله علیه وسلم- ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».([14]). ښوونکي ته: - ښوونکی په زده کوونکو د سهار او نورو (وختونو) اذانونه او اقامت په عملي توګه تطبیقوي. - ښوونکی له زده کوونکو غواړي چې اذان او اقامت په عملي توګه له سنتو سره تمثیل کړي. - ښوونکی زده کوونکو ته معلومات ورکوي چې د ښځې لپاره جومات ته وتل روا دي، خو پدې شرط چې د وتلو لپاره قوانین مراعات کړي لکه: (پرده کوونکی حجاب – له عطرو کارولو ډډه کول)، خو په خپل کور کې یې لمونځ غوره دی.
- مسلمان ته په کار دي چې د اذان له اوریدولو سره جومات ته لاړ شي، او په بل هیڅ کار ځان مشغول نه کړي.
او مسلمانه مېرمن هم په خپل کور کې لمانځه ته بیړه کوي؛ ځکه دا کار غوره دی، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې فرمايي:
:«وبُيوتهُنَّ خَيْرٌ لَـهُنَّ»([15]). "او د هغوی کورونه د هغوی لپاره غوره دي".
پوښتنې:
س۱: د اذان سنتونه وښیه.
س۲: تش ځایونه ډک کړئ:
۱ - د موذن او اوریدونکي لپاره سنت دي چې له اذان څخه وروسته ووایي: .............................................................................................
۲ - هغه دعا چې له اذان نه وروسته ویل کیږي دا ده: .......................................................................................
س۳: مسلمان ته په کار دي چې کله یې اذان واوریده چې: ...............................................................................
اتم لوست ([16])
د لمانځه شرطونه
لمونځ نهه شرطونه لري چې له هغوی پرته لمونځ نه صحیح کیږي:
۱ - اسلام: د کافر لمونځ نه صحیح کیږي؛ ځکه د عمل د قبلیدو له شرطونو څخه: په الله تعالی ایمان دی او کافر مومن نه دی، نو عملونه یې نه قبلیږي.
۲- عقل: که چا عقل له لاسه ورکړی وي لکه لېونی، نو لمونځ یې نه صحيح کېږي. بخاری په کتاب الأذان، باب الدعاء عند النداء کې په ۶۱۴ شمېره روایت کړی.
۳ - تمییز: نو د کوچني ماشوم لمونځ نه صحیح کیږي تر دې چې د تمیز سن ته ورسیږي او هغه اووه کلونه دي.
۴- له بې اودسۍ څخه پاکوالی: نو د بې اودسه لمونځ نه صحیح کیږي تر دې چې اودس وکړي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي:
مُحْدِث: هغه چا ته وایې چې اودس یې په تشو یا ډکو متیازو او یا بل اودس ماتوونکي سره مات شي. احمد په ۵۴۷۱ شمیره روایت کړی او د حدیث څیړونکو ویلي چې حدیث صحیح دی.
۵ - له نجاست څخه پاکوالی: پداسې طریقه چې په اوبو سره نجاست له (بدن، کالیو، او هغه ځای څخه لرې شي چې لمونځ پکې کیږي).
۶ - د وخت داخلیدل: نو د وخت له داخلیدو څخه مخکې لمونځ نه صحیح کیږي، او له عذر پرته یې ناوخته کول حرام دي، الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا﴾ (بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى)
یعنې : په ټاکلو وختونو کې فرض دی.
۷ - د عورت پټول: نو د هغه چا لمونځ نه صحیح کیږي چې عورت یې لوڅ وي، د سړي عورت د نوم او زنګنونو تر منځه دی او ښځه ټول عورت دی پرته له مخ او دواړو لاسونو څخه یې په لمانځه کې، تر هغه چې بیګانه سړي نه وي؛ که وي پرې واجب دي چې خپل مخ او دواړه لاسونه ترې پټ کړي.
8 - قبلې ته مخ کول: چې کعبه ده، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
(فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ) (نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه)، ښوونکي ته: - ممیز: هغه چاته ویل کیږي چې په خبره پوهیږي او جواب ورکوي، او مشهوره دا ده چې د تمیز سن اووه کاله دی. - د ځای له نجاست څخه موخه: چې نجاست د لمونځ کوونکي لاندې وي، په داسې بڼه چې نجاست یې د بدن یوې برخې ته ورسیږي، خو که چېرته نجاست د جای نماز په یوه څنډه و مثلا او هغه سره نه لږیده نو بیا باک نه لري. - الله تعالی د لمانځه لپاره په ځان سنګارولو امر کړی او فرمایلي یې دي: (يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ) [الأعراف: 31] (اې د آدم اولاده هر د سجدې ځای لپاره مو ښايست (جامې) ونيسئ). یعنې د هر لمانځه لپاره. لدې امله مسلمان ته ښایي چې د لمانځه لپاره خپلې تر ټولو ښایسته جامې واغوندې، او له نامناسب لباس سره لمانځه ته راتګ ونه کړي.
- که چیرته لمونځ کوونکی په مسجد الحرام کې وي، نو هغه به خپله کعبې ته مخ کوي.
- او که چېرته لرې وي نو هغه لورې ته به مخ کوي چې کعبه پکې ده.
۹ - نیت: د هغه لمانځه د ادا کولو نیت وکړي چې غواړي ویې کړي لکه: ماسپښین، مازدیګر او داسې نور.
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:
او د نیت ځای؛ زړه دی او تلفظ کول پرې بدعت دی.
پوښتنې:
س۱: د لمانځه شرطونه وشمېره. بخاري په کتاب الحیل فی الصلاة کې روایت کړی، د حدیث شمیره (6954).
س۲: د لاندې مواردو د شرطیت لپاره دلایل وړاندې کړئ:
أ- له بې اودسۍ څخه پاکوالی.
ب- قبلې ته مخ کول.
ج- نیت.
س۳: لاندې څیزونه بیان کړه.
أ- هغه څیزونه چې نجاست ترې لرې کیږي.
ب- د خپل وخت څخه د لمانځه د وروسته کولو حکم.
ج- د سړي د عورت حد.
د- لمونځ کوونکی به په مسجد الحرام کې کوم لور ته مخ کوي.
هـ - په لمانځه کې د ښځې د عورت حدود.
بخاري په کتاب بدء الوحی، باب: کیف کان بدء الوحی ِالی رسول الله صلی الله علیه وسلم کې په ۱ شمیره او مسلم په کتاب الامارة، باب: قول النبی صلی الله علیه وسلم:" إنَّما الأعمالُ بِالنِّيّات "کې په (1907) شمیره روایت کړی دی.
نهم لوست ([19])
د فرض لمانځه وختونه ( [20] ) ښوونکي ته: - کله چې لمر له ختیځ څخه راپورته شي، نو هر شی اوږد سیوری لري او څومره چې لمر پورته کیږي دا سیوري کمیږي او کمیږي، تر دې چې لمر د اسمان منځ ته شي نو د سیوري کمېدل پای ته ورسیږي، کله چې سیوری په زیاتوالي راشي نو لمر زوال کړی دی او دا مهال د ماسپښین وخت داخل شوی دی، دا وخت تر هغه پورې دوام پیدا کوي چې د هر شي سیوری د هغه برابر شي، ځکه چې سیوری هغه لور ته نه حسابیږي چې لمر پرې لویدلی وي، نو کله چې د سیوري کمېدل پای ته ورسیدل او په زیاتوالي یې پيل وکړ نو د زیاتوالی د پيل پر ځای یوه نښه کیږده، بیا چې کله لدې نښې څخه سیوری وغځېده او د هغه شي له اندازې زیات شو، نو د ماسپښین وخت وتلی او د مازدیګر وخت داخل شوی دی او همداسې د مازدیګر د وخت وتل هم دي، سهارونه دوه دي: لومړی سهار؛ په اسمان کې هغه سپینوالی دی چې له ختیځ څخه لویدیځ لور ته غځیدلی وي او هیڅ حکم پرې نه مرتبیږي. او دویم سهار: په افق کې هغه سپینوالی دی چې له شمال څخه د جنوب لورې ته غځېدلی وي، دا نو هغه سپینوالی دی چې احکام پرې مرتبیږي لکه: د سهار وخت داخلیدل، روژه نیول او داسې نور. - شفق: هغه سوروالي ته وایي چې د لمر له ډوبیدو وروسته راښکاره کیږي او تر وروستي ماخوستن پورې وي.
د فرض لمانځه وختونه په لاندې ډول دي:
سهار ښوونکی د زده کوونکو پام را اړوي چې: - په جومات کې د جماعت سره لمونځ په وخت ادا کړي، په داسې حال کې چې ښځه په کور کې لمونځ کوي. - ژر ویده شي ترڅو یو څه آرام شي او د لمانځه لپاره له انرژۍ سره راویښ شي. - له اړتیا پرته د ناوخته ویښ پاتې کیدو ناوړه اغیزې.
۱ - سهار د دویم سهار له راختلو څخه تر لمر راختو پورې وي.
۲ - ماسپښین د لمر له زوال څخه تر هغه وخته پورې وي چې د هر شي سیوری د هغه په اندازه شي.
۳ - د مازدیګر وخت د ماسپښین د وخت له پای ته رسیدو څخه تر هغه وخته پورې دی چې د هر شي سیوری د هغه دوه برابره شي.
۴ - ماښام د لمر له ډوبیدو څخه د سوروالي (شفق) تر ورکېدو پورې دی.
۵ - ماخوستن د سوروالي له ډوبیدو څخه تر نیمې شپې پورې دی.
د شفق یا سوروالي ورکېدل
له خپل وخت څخه د لمانځه وروسته کول:
له خپل وخت څخه د لمانځه وروسته کول روا نه دي، او څوک چې دا کار وکړي نو یقینا چې لویه ګناه یې وکړه، الله تعالی فرمایلي:
یعنې: لمونځ له خپل وخت څخه وروسته کوي.
د قضا شوي لمونځ راګرځول:
څوک چې د لمانځه پر مهال ویده پاتې شي او یا یې لمونځ هیر شي، نو د راویښېدو پر مهال او یا دا چې هېر شوی لمونځ یې رایاد شي پرې واجب دي چې راویې ګرځوي او له هغه وروسته ورته نور ناوخته کول په کار نه دي، دلیل یې د أنس بن مالک رضي الله عنه حدیث دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَن نَسِيَ صَلاةً أو نامَ عنها فَكفّارتها أن يُصَلِّيها إذا ذَكَرَها »، «څوک چې له یو لمانځه څخه ویده پاتې شو او یا یې هیر شوی و، نو کفاره یې دا ده چې لمونځ وکړي کله یې چې رایاد شي».
او د ده په یو بل لفظ کې راځي چې:
د ماخوستن د لمانځه څخه د مخکې ویده کېدلو او وروسته خبرې کولو حکم:
له اړتیا پرته د ماخوستن د لمانځه نه مخکې ویده کېدل مکروه دي، همدا رنګه وروسته ترې خبرې کول، تر څو د تهجدو لپاره تمبل نه شي او یا ترې د سهار لمونځ لاړ نه شي. او دلیل یې:
له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ماخوستن له لمانځه څخه مخکې ویده کېدل او وروسته ترې خبرې کول بد ګڼل ([22]).
پوښتنې:
س۱: تش ځایونه بشپړ کړه:
۱ - د سهار د لمانځه وخت ...........................................۲ - د ماسپښین د لمانځه وخت..............................................
۳ - د مازدیګر د لمانځه وخت..................................۴ - د ماښام د لمانځه وخت...............................................................
۵ - د ماخوستن د لمانځه وخت .........................................................
س۲: تش ځایونه بشپړ کړئ:
۱ - له خپل وخت څخه د لمانځه وروسته کول ....................................... او چا چې دا کار وکړ نو یقینا چې ...........................................، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (.........................................ساهون) یعنې: ................................................
۲ - او څوک چې د لمانځه څخه ویده پاتې شو او یا یې لمونځ هېر شوی و تر دې چې قضا شي نو پرې واجب دي چې ........................... کله یې چې ........................................ او ورته روا نه دي ................................
س۳: د لاندې کړنو علت بیان کړه:
۱ - د ماخوستن د لمانځه څخه مخکې خوب کول مکروه دي ..................................................................................................................................
۲ - د ماخوستن د لمانځه څخه وروسته خبرې کول مکروه دي.....................................................................................
لسم لوست ([23])
د لمانځه ارکان
لمونځ څوارلس رکنونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱ - له وړتیا سره په فرض لمانځه کې ودریدل، دلیل یې د عمران بن حصین رضي الله عنه حدیث دی وایې چې ما بواسیر درلودل، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل:
۲ - د لمانځه په پېل کې تحریمه تکبیر (الله اکبر) وییل دي، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:
۳ - په هر رکعت کې فاتحه لوستل، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:
۴ - رکوع- دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی:
« تَطْمَئِنّ راكِعاً ». «تر څو چې په رکوع کې مطمئن شې».
۵ - له رکوع څخه پورته کېدل او برابر ودریدل، دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی: مسلم په کتاب المساجد و مواضع الصلاة، باب: قضاء الفائتة و استحباب تعجیل قضائها کې روایت کړی. (1/477)، شمیره (684).
«ثم ارفع حتى تعتدل قائمًا» «بیا پاڅېږه تر څو چې نیغ ودریږې».
۶ - په اوو اندامونو سجده کول، دلیل یې د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
او اووه اندامونه دا دي: بخاري په کتاب مواقیت الصلاة، باب: ما یکره من النوم قبل العشاء، : 568).شمیره روایت کړی دی.
۱
۲ - ۳
۴ - ۵
۶ - ۷
تندی له پوزې سره
دواړه لاسونه (ورغوي)
دواړه زنګنونه
د پښو څوکې
۷ - له سجدې څخه پورته کېدل.
۸ - د دوو سجدو تر منځ ناسته، او له سجدې څخه د پورته کېدو او د دوو سجدو تر منځ د کیناستلو دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:
۹ - وروستی تشهد، چې له تشهد لوستلو عبارت دی.
۱۰ - وروستي تشهد ته کېناستل، دا د ابن مسعود رضي الله عنه وینا ده وایې: مخکې لدې چې تشهد فرض شي موږ به په لمانځه کې داسې ویل: السَّلام على اللهِ، السَّلامُ على جِبْرِيلَ ومِيكائِيلَ، فقال صلى الله عليه وسلم: یعنې سلام دې وي پر الله، سلام دې وي پر جبرایل او میکائیل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ښوونکي ته: - طمأنینة: د واجب ذکر په اندازه په ډاډ او ارامتیا کې پاتې کېدلو ته وایي، دا له خشوع او عاجزۍ پرته د زړه د سکون بل حالت دی، او عاجزي هم په لمانځه کې له مشروعه کارونو څخه یو دی؛ بلکې د لمانځه زړه او روح دی، ځکه انسان ته یوازې د لمانځه هغه برخه ګټه رسوي چې ده پکې فکر او عاجزي کړي وي. له دې امله ښوونکی زده کوونکي په لمانځه کې د عاجزۍ کولو ارزښت ته متوجه کوي، او اسباب یې ورته بیانوي. - دې ته په لیدو هغه حدیث چې د یو سړي د ګډوډ لمانځه یادونه پکې شوې ده؛ د لمانځه ارکان راټول کړي دي، نو ښوونکی یې د لمانځه په لومړي سر کې یادونه کوي، کله چې (تحریمه تکبیر) بیانوي، نو پدې ارکانو دلیل ترې وړاندې کوي او ورسره تړاو ورکوي.
« لا تَقولوا هكذا؛ فإنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ هو السَّلام، ولكن قولوا: التَّحِيّات للهِ والصَّلوات والطَّيِّبات، السَّلام عليكم أيُّها النَّبيُّ ورَحْمَة اللهِ وبَركاتُه، السَّلامُ عَلَيْنا وعلى عِبادِ اللهِ الصّالحين، أشهَد أن لا إله إلّا الله، وأشهَد أن محمَّداً عَبْدُه ورَسُولُه »([29]). «داسې مه وایئ: ځکه چې الله جل جلاله په خپله سلام (سلامتیا وروکوونکی دی) بلکې ووایې چې :(ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تاسو ای نبي او پر تا دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو، زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی).
۱۱ - له وروستي تشهد نه وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر بنسټ (چې وایي):
«ووایئ: اللَّهمَّ صَلِّ على محمَّد وعلى آلِ محمَّد، كما صَلَّيْتَ على إبراهِيمَ وعلى آل إبراهِيمَ إنَّك حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهمَّ بارِك على محمَّد وعلى آلِ محمَّدٍ كما بارَكْتَ على إبراهِيمَ وعلى آل إبراهِيمَ إنَّك حَمِيدٌ مَجِيدٌ»([30]). بخاري په کتاب التهجد، باب: ِاذا لم یطق صلی قاعدا علی جنب، کې په ۱۱۱۷ شمیره روایت کړی.
دواړو خواوو ته سلام ګرځول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر بنسټ (چې فرمایي):
«وتحليلها التسليم» ([31]). «او ترې خلاصېدل سلام ګرځول دي».
۱۳ - الطُّمَأنِينَةُ: آرامتیا په ټولو ارکانو کې، دلیل یې هغه حدیث چې لمونځ کوونکي ګډوډ لمونځ کړی و، له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی. بخاري په کتاب الایمان، باب: وجوب القراءة للِامام و المأموم فی الصلوات کلها کې په ۷۵۷ شمیره او مسلم په کتاب الصلاة، باب وجوب القراءة فی کل رکعة کې په ۳۹۷ شمیره روایت کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ننوت، نو یو سړی راننوت لمونځ یې وکړ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې سلام واچاوه، هغه یې ځواب ورکړ او ویې ویل: وګرځه لمونځ وکړه، تا لمونځ نه دی کړی، نو وګرځید او لکه د تېر په څېر یې لمونځ وکړ، بیا راغی په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې سلام واچاوه، هغه وویل: وګرځه لمونځ وکړه، تا لمونځ نه دی کړی .. درې ځلې، هغه وویل: قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالیږلی یې له دې یې ښه نشم کولی، نو ته یې راوښیه، هغه وفرمایل: کله چې لمانځه ته پورته شوې الله اکبر ووایه، بیا چې درته له قران څخه کوم ځای اسان و هغه ووایه، بیا رکوع وکړه تر دې چې په رکوع کې مطمئن شې، بیا راپورته شه تر دې چې نېغ ودریږې، بیا سجده وکړه تر دې چې په سجده کې مطمئن شې، بیا پورته شه تر دې چې په ناسته کې مطمئن شې، او همداسې په ټول لمانځه کې وکړه "([32]).
۱۴- په ارکانو کې ترتیب؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ترتیب سره لمونځ کړی و، او فرمایلي یې دي:
« صَلُّوا كما رَأَيْتُموني أُصَلِّي » ([33]). «تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه څنګه مو چې ولیدم چې ما لمونځ کاوه». بخاری په کتاب الاذان، باب: وجوب القراءة للامام والمأموم فی الصلوات کلها کې په ۷۵۶ شمیره روایت کړی.
پوښتنې:
س۱:د لمانځه ارکان وشمېرئ؟
س۲: د لاندې هر رکن لپاره دلیل وړاندې کړه چې د لمانځه یو رکن دی:
۱ - قیام (ودریدل) ۲- فاتحه لوستل. ۳ - سجده. ۴- دواړو خواوو ته سلام ګرځول.
س۳: لاندې رکنونه په لمانځه کې د ځای له مخې ترتیب کړئ:
وروستی تشهد - فاتحه لوستل - د دوو سجدو تر منځ ناسته - رکوع.
س۴ - اووه اندامونه کوم دي؟ بخاري په كتاب الأذان، باب: السُّجود على الأَنْفِ، کې په (812) شمیره، او مسلم په كتاب الصَّلاةِ، باب: أعضاء السُّجودِ والنَّهْي عن كَفّ الشَّعْرِ والثَّوْبِ وعَقْصِ الرَّأسِ في الصَّلاةِ، کې په (490) شمیره روایت کړی دی.
.....................................................................................................
س۵: وروستی تشهد ولیکه.
.....................................................................................................
س۶: په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ولیکه.
....................................................................................................
یوولسم لوست ([34])
د لمانځه واجبات
د لمانځه واجبات اته دي چې په لاندې ډول دي:
۱ - له تحریمه تکبیر پرته نور ټول تکبیرونه، ځکه چې هغه رکن دی.
۲ - د امام، منفرد او مقتدي لپاره (سمعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه) ویل.
۳ - د امام، منفرد او مقتدي لپاره (رَبَّنا ولك الحمْدُ) ویل.
۴ - په رکوع کې: (سُبْحانَ رَبي العَظِيم) ویل.
۵ - په سجده کې (سبحان ربي الأعلى) ویل. بخاري په کتاب الایمان، باب: وجوب القراءة للِامام و المأموم فی الصلوات کلها کې په ۷۵۷ شمیره، او دا الفاظ د همده دي. او مسلم په کتاب الصلاة، باب وجوب القراءة فی کل رکعة کې په ۳۹۷ شمیره روایت کړی دی.
۶ - د دوو سجدو په مینځ کې (ربِّ اغْفِرْ لي) ویل.
۷ - لومړی تشهد.
۸- د لومړي تشهد لپاره کېناستل.
پوښتنې: نسائي په کتاب السهو، باب: ایجاب التشهد کې په ۱۲۷۷ شمیره حدیث روایت کړی او دا الفاظ د همده دي، او بیهقي په کتاب الصلاة، باب: وجوب التشهد الأخیر کې (2/378) روایت کړی او دې حدیث لره په صحیح البخاري کې نور شواهد هم شته، او په مسلم کې هم خو له :" قَبْلَ أن يُفْرَضَ ". وینا پرته.
س۱ - د لمانځه واجبات وشمیره.
س۲: د صحیح ځواب له شمېرې څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ- سمع الله لمن حمده، به :
۱ - امام، مقتدی او منفرد وایي. ۲ - یوازې امام او منفرد به یې وایي. ۳ - یوازې امام او مأموم به یې وایي.
ب- ربنا ولک الحمد، به : بخاري په کتاب أحادیث الأنبیاء کې په ۳۳۷۰ روایت کړی، او الفاظ د همده دي، او مسلم په کتاب الصلاة، باب: الصلاة علی النبی صلی الله علیه وسلم کې روایت کړی دی.
۱ - امام، مقتدي او منفرد. ۲ - یوازې امام او منفرد. ۳ - یوازې امام او مقتدي.
ج- سبحان ربی العظیم ویل کیږي په:
۱ - سجده کې. ۲ - د دوو سجدو په مینځ کې. ۳ - په رکوع کې. ابو داود په خپل سنن کې روایت کړی، (1/16)، په (61) شمیره. او ترمذی په خپل جامع کې په ۳ شمیره، ۱/۸ روایت کړی.
س۳: په مناسب ځای کې نښه وکاروئ:
رکن
واجب بخاري په کتاب الایمان، باب: وجوب القراءة للِامام و المأموم فی الصلوات کلها کې په ۷۵۷ شمیره او دا الفاظ د همده دي. او مسلم په کتاب الصلاة، باب وجوب القراءة فی کل رکعة کې په ۳۹۷ شمیره روایت کړی دی.
له رکوع څخه پورته کېدل
تحریمه تکبیر.
(رَبِّ اغْفِرْ لي) ویل. بخاري په کتاب الأذان، باب الأذان للمسافرین ِاذا کانوا جماعة و الِاقامة کې په ۶۳۱ شمیره روایت کړی دی.
(سُبْحان ربي الأَعْلى) ویل.
فاتحه لوستل
لومړی تشهد
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.
دولسم لوست ([35])
د رکن او واجب تر منځ توپير
رکن او واجب سره په یو شي کې یو شی دي او په بل کې سره توپیر لري.
أ - هغه څه چې رکن او واجب سره پکې یو شی دی:
رکن او واجب دواړه سره پدې کې یو شی دی چې هر یو یې لمونځ کوونکي په قصدي توګه پریښوده لمونځ یې باطل دی.
ب - هغه څه چې رکن او واجب سره پکې توپیر لري:
- رکن چې کله له لمونځ کوونکي څخه په سهوه او یا ناپوهۍ کې پاتې شي نو نه ترې ساقطیږي؛ بلکې پرې واجب دي چې ادا یې کړي او د سهوې لپاره سجده وکړي.
- واجب چې کله له لمونځ کوونکي څخه هېر شي او یا ناپوهه وي نو ترې ساقطیږي، او پر ځای یې د سهوې لپاره سجده کوي.
پوښتنې:
س۱: په (√) او (×) سره ځواب ورکړئ او غلطۍ اصلاح کړئ. ښوونکي ته: - ښوونکی زده کوونکو ته د امام، مقتدي او منفرد تر منځ توپیر ورښیي چې: امام هغه څوک دی په لمانځه کې د خلکو امامت کوي، یعنې لمونځ ورکوي. او مأموم: هغه چاته ویل کیږي چې شاته ورپسې ودریږي او لمونځ ورسره کوي (مقتدي). او منفرد هغه چاته ویل کیږي چې یوازې لمونځ کوي. - د رکوع لپاره تکبیر ویل واجب دي، خو چا چې امام په رکوع کې لاندې کړ، هغه به یوازې په ولاړې تحریمه تکبیر وایي، بیا به د رکوع لپاره تکبیر وایي او رکوع به کوي او دا تکبیر ورته مستحب دی - یعنې که یې وکړای شو - کنه نو تحریمه تکبیر ورته بسنه کوي.
۱ - که چیرته لمونځ کوونکی قصدا رکن پریږدي لمونځ یې باطل دی.
۲ - لمونځ کوونکی چې کله په قصد سره واجب پریږدي لمونځ یې باطل دی.
۳ - رکن چې کله له لمونځ کوونکي څخه هېر شي لمونځ یې باطل دی.
س۲: له صحیح ځواب څخه کړۍ تاوه کړئ:
أ- لمونځ کوونکی چې کله واجب پریږدې نو ترې ساقطیږي.
۱ - چې هېر یې شي. ۲ - په قصد سره یې پریږدي. ۳ - هیڅ کله نه ساقطیږي.
ب - کله چې لمونځ کوونکی رکن پریږدي نو هغه مهال ترې ساقطیږي چې:
۱ - پرې نه پوهیږي. ۲ - هېر شوی یې وي. ۳ - هیڅ کله ترې نه ساقطیږي.
ج - کله چې لمونځ کوونکی د هېریدو له امله واجب پریږدي نو:
۱ - باید چې ادا یې کړي. ۲ - پر ځای یې باید د سهوې لپاره سجده وکړي. ۳ - هیڅ شی پرې نشته.
دیارلسم لوست
د فاتحې سورت تفسیر
(بِسْمِ اللَّهِ)
یعنې: د الله په مرسته پېل کوم.
یعنې: د ټولو مخلوقاتو لپاره د لوی رحمت خاوند.
(الرَّحِيمِ)
یعنې: پر خپلو مؤمنو بندګانو د خاص رحمت خاوند.
(الْحَمْدُ لِلَّهِ)
الحمد: د الله تعالی ستاینه د هغه له بشپړو صفتونو او پراخو نعمتونو سره.
(رَبِّ الْعَالَمِينَ)
رب، مالک او د مخلوقات چاره ساز. العالمین: د عالم جمع ده، او عالم له الله تعالی پرته ټولو مخلوقاتو ته عالم ویل کیږي، او د (رب العالمین ) معنا: د هغوی مالک، روزونکی او چارسمبالی ده.
د الله تعالی دوه نومونه دي چې د رحمت صفت پکې نغښتی دی.
یعنې: د حساب او پر عملونو د جزا ورځ، چې د قیامت ورځ ده.
( إِيَّاكَ نَعْبُدُ)
یعنې: ستا پرته د بل چا عبادت نه کوو، او عبادت: له بشپړ محبت او بشپړې عاجزۍ سره د الله تعالی اطاعت ته وایي.
(وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)
یعنې: ستا پرته له بل چا مرسته نه غواړو، او استعانت: له الله تعالی څخه د مرستې غوښتلو ته وایي.
(اهْدِنَا) ښوونکي ته: - چا چې د لمانځه یو رکن د هېریدو او یا ناپوهۍ له امله پرېښود لکه: رکوع او یا سجده نو هغه څو حالتونه لري. ۱ - مخکې لدې چې د دویم رکعت په قراءت پیل وکړي نو وریاد شي، نو دا مهال پرې واجب دي چې وګرځي او هغه رکن او ورپسې نور پر ځای کړي، خپل لمونځ بشپړ کړي او د سهوې لپاره سجده وکړي. ۲ - هغه مهال وریاد شي چې د دویم رکعت په قراءت یې پېل کړی وي، نو هغه رکعت یې باطل شو چې رکن یې پکې پریښی دی او دویم رکعت به یې د هغه رکعت ځای ناستی شي او د سهوې لپاره به سجده کوي. ۳ - هغه مهال د رکن پریښودل وریاد شي چې لمونځ یې پای ته رسولی وي، نو دا به داسې وي لکه ټول رکعت یې چې پریښی وي، نو که زیات واټن نه و رامنځته شوی رکعت به بیرته راوګرځوي، بیا به تشهد ووایي، د سهوې لپاره به سجده وکړي او سلام به وګرځوي، خو که زیات واټن رامنځته شوی و، لمونځ به له سره راګرځوي او د سهوې لپاره پرې سجده نشته. ۴ - دا چې پریښودل شوی شی وروستی تشهد او یا سلام وي، نو دا مهال به هغه څه ادا کوي چې پریښی یې دی، د سهوې لپاره به سجده کوي او سلام به ګرځوي، نو پدې حالت کې به د رکعت د پریښودلو په څېر نه وي.
یعنې، مونږ ته وښیه، هوښیار مو کړه او توفیق راکړه.
(الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ)
یعنې: هغه ښکاره لار چې کوږوالی نه لري، هغه دین چې الله تعالی په خپل رسول صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی.
(صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ)
یعنې: د هغو کسانو لار چې پر هغوی دې د هدایت پیرزوینه کړې ده، له پیغمبرانو، ریښتینو، شهیدانو او صالحینو څخه.
(غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ)
هغه کسان چې په خپل علم عمل نه کوي لکه یهود او داسې نور.
(وَلَا الضَّالِّينَ) او نه لار د ګمراهانو
دوی هغه کسان دي چې له علم پرته عمل کوي لکه: نصارا او داسې نور.
امین
یعنې: ای الله! دعا مو قبوله کړه. او دا کلمه له فاتحې سورت څخه نده.
پوښتنې:
س۱ - ( بِسْمِ اللهِ ) څه معنا؟
س۲ - د : ( الحمد لله ) ، ( رَبّ العالَمِين ) ، ( الصِّراط المستَقِيم ) معنا بیان کړه.
س۳ - ( عِبادَت )، او: ( اسْتِعانَت) تعریف کړه.
س۴ - هغه کوم خلک دي چې الله تعالی پرې لورینه کړې ده؟ او په څه سره یې پرې لورینه کړې ده.
س۵: هغه کوم خلک دي چې الله تعالی پرې قهر شوی دی؟
س۶: هغه کوم قوم دی چې الله تعالی په ګمراهۍ سره یاد کړی دی؟
څوارلسم لوست
د تشهد د معنی تشریح
(ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا ای نبي او پر تا دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو، زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی).
التَّحيّاتُ لله: ټولې ستاینې الله لره دي
التحیات: د تحیة جمع ده او تحیة: تعظیم ته ویل کیږي او معنا یې ده: د تعظیم د ټولو ډولونو وړ یوازې الله دی.
الصلوات: یعنې هغه لمونځونه چې موږ یې پیژنو، او داسې هم ویل شوي چې معنا یې ده: ټولې بلنې (دعاګانې).
الطیبات: نیک عملونه دي چې الله تعالی یې قبلوي؛ هغه که ویناوې او یا کړنې وي، او معنا یې داسې ده چې الله تعالی له پاکیزه وو پرته بل څه نه قبلوي؛ ځکه چې الله پاک دی او یوازې پاکیزه څیزونه قبلوي.
السَّلامُ عليكُم أيُّها النَّبيُّ ورَحْمَة اللهِ وبَركاتُه: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د خوندیتوب دعا ده، چې د مصیبت څخه د خلاصون معنی لري، او په رحمت سره، هغه څه ترلاسه کیږي چې انسان یې غواړي، او برکت د ټولو ښېګڼو زیاتوالی دی.
السَّلامُ عَلَيْنا وعلى عِبادِ اللهِ الصّالِحِينَ: یعنې سلام دي وي پر موږ او د الله تعالی په نېکو بندګانو؛ نیک بندګان هغه دي چې د الله تعالی او د هغه د بندګانو حقونه ادا کوي، له پیغمبرانو، ملائکو او مومنانو څخه. دا د لمونځ کوونکي او د هر صالح بنده لپاره له آفتونو څخه د خونديتوب دعا ده.
أشهَد أن لا إله إلّا الله: ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته.
(أَشْهَد) یعنې: په زړه اقرار، په ژبه وینا، او په غړو عمل کوم.
"لا إله إلا الله" :له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته.
وأشهَدُ أنَّ مُحمَّداً عَبْدُهُ ورَسولُه: یعنې پدې اقرار کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده دی، نو بندګي یې نه کیږي، او د الله لخوا پېغمبر دی نو دروغ نه ګڼل کیږي، بلکې اطاعت او پیروي یې کیږي.
پوښتنې:
س۱: د لاندې کلمو معنا تشریح کړئ: (التَّحِيّات) ، (الصَّلَواتُ) ، (الطَّيِّباتُ).
س۲: زموږ پدې وینا کې له نبي څخه مراد څوک دی چې وایو: (السَّلامُ عَلَيْكَ أيُّها النَّبيُّ وَرَحْمَة اللهِ وبَركاتُه)؟
س۳: (لا إله إلّا الله) څه معنا؟
س۴: ( أشهَد أنَّ محمَّداً رَسولُ اللهِ ) څه معنا؟
پنځلسم لوست ([36])
په نبي صلی الله علیه وسلم د درود معنا
«یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
اللَّهُمَّ: یعنې اې الله.
صَلّ على محمَّد: پر محمد صلی الله علیه وسلم درود ووایه: یعنی په پورته مخلوقاتو کې یې ستاینه وکړه.
آل محمد: د محمد صلی الله علیه وسلم خپلوان او د هغه د دین پیروان دي.
وبارِك على محمَّد: یعنې برکت پرې نازل کړه، چې هغه د خېر ډیروالی دی.
حَمِيدٌ: یعنې: ستایل شوی، ځکه چې هغه د کمال په صفتونو او لویو انعاماتو سره یاد شوی دی.
مَجِيدٌ: یعنې: هغه څوک چې جلال او عظمت لري.
پوښتنې:
س۱ - د لاندې لغتونو معنا بیان کړئ: (اللَّهمَّ) ، (حَمِيدٌ) ، (مَجِيدٌ).
س۲ - تش ځایونه ډک کړئ:
۱ - د الله تعالی له طرفه پر محمد صلی الله علیه وسلم د درود معنا: ...........................................................................................
۲ - آل محمد: .............................................................................................. دي
۳ - برکت عبارت دی له: ..................................................................................................
۴ - (حَمِيدٌ)، او (مَـجِيدٌ) دوه نومونه دي د: .............................................................................................
ښوونکي ته: - ښوونکی له دې لوست څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت د یوې برخې د بیانولو، او د زده کوونکو په زړونو کې له هغه سره د محبت پیدا کولو، د هغه پيروۍ کولو او له سرغړونې څخه یې د ډډې کولو په موخه ګټه پورته کوي، ځکه چې د هغه په پيروۍ کې لویه بریا ده، او په معصیت او مخالفت کې یې هلاکت او ښکاره ګمراهي ده، همدا رنګه یې په رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاد درود ویلو ته هڅوي. وکورئ: جَلاء الأفهام في فَضْل الصَّلاةِ والسَّلامِ على محمَّد خيرِ الأنامِ د ابن القَيّم الجوزيّه رَحِمَه الله کتاب.
Related books
All books
المناهج التعليمية - الصف الأول
المناهج التعليمية - الصف الثاني
المناهج التعليمية - الصف الثالث
المناهج التعليمية - الصف الخامس