حنفیان توحید خپروي.
فهد بن ناصر ابراهیم الجدید.
ریاض ۱۴۴۲هـ
سریزه:
په لومړیو درېیو غوره پېړیو کې مسلمانانو په سمې عقیدې ژوند کولو څرنګه چې د الله په کتاب او د هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راغلې ده. او د دې کار اړتیا نه لیدل کېدله چې دغه عقیدې ته ځانګړي تعریفونه جوړ کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (غوره خلک زما د پېړۍ دي، بیا له هغوی وروسته، بیا له هغو وروسته، بیا به داسې خلک راشي چې د یو کس ګواهي به یې له سوګند مخکې وي، او سوګند به یې له ګواهۍ مخکې وي). [د دې حدیث روایت بخاري کړی دی].
او له درېیو غوره پېړیو وروسته د باطل خاوندان راغلل، او د سمې لارې څخه یې د اسلامي امت د عقېدې په بدلولو پیل وکړ، او شیطان ورته بدعي کړنې ښایسته کړې نو ګومان یې کولو چې دا نېکې کړنې دي، او د نېکانو په قبرونو یې ګمبزې جوړې کړې. بيا له هغوی وروسته داسې خلک راغلل چې د دغو نېکانو د قبرونو ترڅنګ يې الله را بللو، بيا د مسلمانانو په بې لارۍ کې همدغه حال روان و، تردې چې نور خلک راغلل او هغوی دا ګومان وکړ چې د دغو قبرونو والا داسې د الله دوستان دي چې په سختيو او کړاوونو کې يې رابلل اړين دي، همدغه مهال اسلامي امت ته شرک د ننه شو. لکه څنګه چې پر دغه خبر مصطفی صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی. په هغه حديث کې چې ثوبان رضي الله عنه روايت کړی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: او زه چې د خپل امت په اړه ډېره وېره لرم هغه له هغو لار ورکوونکو امامانو څخه ده، او ژر به زما له امته ځينې قبيلې د بتانو عبادت وکړي او ځينې قبيلې به زما له امت څخه له مشرکانو سره يوځای شي. صحیح ابن ماجه.
سره له دې چې داسې لار ورکوونکو مشرانو (امامانو) شتون درلود چې په اسلامي امت کې يې شرک خپور کړ، خو بل پلو ته بيا داسې نېک امامان هم وو چې د دين حکمونه يې له هغه څه څخه سم او تصحيح کړل چې پر هغو پورې د شرک شبهې تړل شوې وې، او د الله تعالی لپاره يې خالص يو والی خپور کړ. له دغو اصلاح کوونکو امامانو څخه يو هم د احنافو هغه امامان وو، کومو چې زياتې هڅې او بريالۍ کړنې ترسره کړې؛ نو د خلکو ترمنځ يې توحيد خپور کړ، له شرک څخه يې خلک ووېرول او تر شرک پورې رسوونکې لارې يې بندې کړې. پدې لړ کې ښاغلي ډاکټر شمس الدين سلفي افغاني رحمه الله د خپلې دکتورا رساله په دې اړه چمتو کړه او د دغو علماوو هڅې يې پکې راغونډې کړې او هغه رساله يې په (جهود علماء الحنفية في ابطال عقائد القبورية ) د حنفي علماوو هڅې د قبر پرستو د عقيدو په باطلوالي کې) سره ونوموله.
د دغو کرښو د ليکونکي لپاره الله اسانه کړه چې د دغې ارزښتناکې رسالې تفصيلي تعريف وړاندې کړي، ترڅو دروند لوستونکی د حنفي علماوو پر هغو هڅو خبر کړي چې د سمې عقيدې په خپرولو او له شرک څخه په وېرولو کې يې ترسره کړې دي.
1442/04/01هـ
لومړی څپرکی: بنسټيز تعريفونه: توحيد (يووالی) عبادت او شرک
توحيد او عبادت دوې مترادفې اصطلاح ګانې دي چې له هغو دواړو څخه موخه يوازې د الله لمانځل دي، نو پر مسلمان يې پېژندل او پرې باور کول واجب دي. او شرک د دغو دواړو سره ټکر دی او همدا رنګه پر مسلمان لازم دي چې شرک وپېژني او له هغه څخه په اخته کېدو کې ځان وساتي. او په دغه څپرکي کې به ژر ده چې د توحيد، عبادت او قبرونو سره د شرک پېژندګلوي بيا پر هغوی رد او د حنفي علماوو په اند د هغو تصحيح په هغه ډول بيان شي لکه څنګه چې رسولانو عليهم الصلاة و السلام د الله له لوري راوړي دي.
لومړی بحث: توحيد
لغت پوهانو توحيد داسې تعريف کړی: چې هغه پر يو شي دا حکم کول دي چې هغه يو دی (۱).
(۱) وګوره: جهود علماء الحنفية ۸۴.
د قبر پرستو لخوا د توحيد تعريف:
قبر پرستۍ ته بلونکو د توحيد لپاره يو تعريف بيان کړی او هغه يې يوازې د الله په کړنو کې بند کړی دی او د بندګانو کړنې يې هغو ته ندي ور زياتې کړې. د دغو قبرونو والا له تعريفونو څخه:
توحيد: باور لرل پر دې چې یوازې الله جل جلاله پيدا کوونکی او تدبیر والا دی او دا چې یوازې الله جل جلاله تر سره کوونکی دی.(۲).
(۲) وګوره: جهود علماء الحنفیة: ۹۵. وګورئ: اِحیاء المقبور لاحمد الغماري:۲۹.
توحيد: دادی چې الله په خپل ذات کې يو دی هغه لره هيڅ برخه لرونکی نشته، او په خپلو صفتونو کې يو دی هغه لره هيڅ سيال نشته، او په خپلو کړنو کې يو دی هغه لره هيڅ شريک نشته (۳)
(۳) وګوره: جهود علماء الحنفية: ۹۵. وګوره: براءة الاشعريين لابن مرزوق: ۱۶۴ا. التوسل: ۹۵.
(۴) توحيد: پرته له شکه الله په خپل ذات کې يو دی، په خپلو صفتونو کې يو دی، او د خپلو جوړ کړل شوو شيانو لپاره پيداکوونکی دی.
[4] وګوره: جهود علماء الحنفية ۹۵.د ملا علی القاري ضوء المعالي ۱۳. د البابرتي شرحه ۲۹. او د النعيمي ۴۷. طحاوي.
توحيد: د الله لپاره د کايناتو په پيدايښت کې په ذات او فعل کې د يووالي ثابتول، او دا چې د ټولو کايناتو لپاره مرجع دی، او د هرې موخې پايله دی، او د نبي صلی الله عليه وسلم د رالېږلو موخه همدغه وه (۵)
(۵) وګوره: جهود علماء الحنفية ۹۵. د شيخ محمد عبده د توحيد اړوند رساله: ۴۳.
د حنفي علماوو په اند د توحيد تعريف:
حنفي علماوو هڅه کړې او د توحيد لپاره يې يو هر اړخيزه تعريف بيان کړی چې د پيداکولو، روزۍ ورکولو، تدبير نيولو، راژوندي کولو، مړه کولو، ګټه او ضرر رسولو اړوند د الله افعالو ته شامل دی، او د بندګانو د دعا، سجدې، رکوع، مرستې غوښتلو، ذبحې کولو او نذر منلو اړوند افعالو ته. معنا دا چې الله په خپلو کړنو کې يو ګڼل، نو له الله پرته بل څوک پيداکول نه کوي، او له الله پرته څوک روزي نه ورکوي، او کار يوازې د الله په تدبير ترسره کيږي، او له الله پرته نه څوک ژوندي کول کوي او نه مړه کول. همدارنګه د بندګانو په کړنو کې د الله يو ګڼل، چې يوازې الله به رابلل کيږي، يوازې الله ته به سجده کيږي، يوازې الله ته به رکوع کيږي، يوازې له الله څخه به په هغه څه کې مرسته او کمک غوښتل کيږي چې له خلکو هيڅوک هم پرې توان نه لري. يوازې د الله لپاره ذبح کيږي، او يوازې د الله لپاره نذر منل کيږي. له دغو علماوو څخه ځينې يې دادي:
"امام الطحاوي (ت ۳۱۲هـ-۹۳۳م) په بيان عقيدة الأئمة الثلاثة للحنفية کې ویلي دي: يعني ابو حنيفة (ت ۱۵۰هـ-۷۶۷م)، ابويوسف (۱۸۲هـ-۷۹۸م)، اومحمد بن الحسن الشيباني (۱۸۹هـ-۸۰۵م) رحمهم الله – تعالى – د توحيد د تعريف په بيانولو سره وايي: (موږ د الله د يووالي په اړه د الله په مرسته په باور کولو سره وايو: پرته له شکه الله يو دی هيڅ شريک نه لري، او نه کوم څه د هغه غوندې دي، نه يې څه شی بې وسې کولای شي او نه له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق شته) (۶).
(۶) جهود علماء الحنفية: ۸۸. و ګوره الطحاوية: ۱۷، د ناصري شرحه النور اللامع: ۱۸ . د باربرتي شرحه: ۲۸. د غنيمي شرحه: ۴۷. د محمد طيب شرحه: ۳۰. خالص شرحه: ۳
"امام ولي الله الدهلوي (۱۱۷۶هـ-۱۷۶۲م) وايي، او الفتني يې پيروي کړې ده (۱۳۲۷هـ-۱۹۰۹م): توحيد: د شتون د وجوب د انحصار باور(پدې معنا چې واجب الوجود ذات یوازې یو الله دی)، د اسمانونو، ځمکې او ټولو جواهرو د پيداکولو ځانګړي کول تر الله پاک پورې، د اسمانونو او ځمکې او څه يې چې ترمنځ دي د هغو ټولو چارو سمبالښت تر الله پورې ځانګړي کول، چې له هغه پاک ذات پرته نه څوک رامنځته کوونکی شته، نه پيداکوونکی او نه تدبير نيوونکی، او له هغه جل جلاله پرته بل څوک د عبادت وړ نه دي. (۷)
(۷) جهود علماء الحنفية: ۸۹. و ګوره: حجة الله البالغة: ۵۹/ ۱. او فيض الرحمن: ۱۵
" او ناصري (ت ۶۵۲هـ-۱۲۵۴م)، ابن العز (ت ۷۹۲هـ-۱۳۹۰م)، او قاري (۱۰۱۴هـ-۱۶۰۵م) هم يادونه کړې ده: (چې توحيد دريو شيانو ته شامل دی: د الله ربوبيت (پالنې)، صفتونو او عبوديت (لمانځنې) ته. (۸)
(8) جهود علماء الحنفية: ۹۰. و ګوره: النور اللامع: ۲۳، ۱۸، او الطحاوية شرحه: ۷۴. منح الازهر: ۱۴. او ضوء المعاني: ۱۰
"استاذ ابو الأعلى المودودي[۹] (ت ۱۳۹۹هـ-۱۹۷۹م) وايي: د لا اله الا الله معنا ده: چې له الله پرته بل څوک د دې وړ نه دي چې خلک يې عبادت وکړي او په پيروۍ او لمانځنه سجده ورته وکړي. نو د دغه نړۍ لپاره يوازې له هغه پرته بل څښتن او واکمن نشته، او هرڅه هغه ته اړ دي، د هغه له مرستې هيڅ چاره نه لري(۱۰).
(۹) هغه ابو الاعلی د احمد هندي زوی د هند په وچه کې د اسلامی جماعت بنسټګر په خپله حنفي و، خو د ځينو احنافو د تعصب او ناوړه پيروۍ له امله د هغوی دوښمن هم و، د صوفیانو پر خلاف توره و، او د ټولنې په پرېکړه سره په مسايلو کې ماتريديه ته مايله و.
(۱۰) جهود علماء الحنفية: ۹۱. وګوره: مبادئ الاسلام: ۸۰.
دويم بحث: عبادت
د لغت پوهانو په اند عبادت په پنځو معناوو راځي: عاجزي، ټيټېدل، پيروي، بندګي، ديني مراسم (۱۱).
(۱۱) جهود علماء الحنفية: ۳۱۱.
د قبر پرستو په اند د عبادت تعريف:
قضاعي (ت ۱۳۳۶هـ-۱۹۱۸م) وايي: د شريعت له مخې چې کوم څه په عبادت ونومول شي په هغو کې وسيله نيول او مرسته غوښتل او داسې نور نه راځي، بلکې هيڅ له عبادت سره ورته والی نه لري، ځکه هرڅه چې پر لويي دلالت کوي هغه تر هغه مهاله یې عبادت نه شي کېدلای تر څو د هغه لويۍ د څښتن په اړه د ربوبيت (پالونکي) باور هم نه وي، يا تر هغه پورې د ځانګړو صفتونو څخه د يو صفت باور شتون ونه لري (۱۲).
"[۱۲] جهود علماء الحنفية: ۲۹۰. وګوره: البراهين الساطعة: ۳۸۱. الفرقان: ۱۱۱. او د فاسي الرد على بعض المبتدعة نومی کتاب: ۱۰. د إظهار العقوق له حاشيو سره. او ابن مرزوق براءة الأشعريين نومی کتاب: ۸۹. د فقي التوسل نومي کتاب: ۱۶. او د نقوي، كشف النقاب: ۴۵. او د دحلان، جواز التوسل نومی کتاب: ۵۲. او قوة الدفاع: ۵۳.
فقي وېلي: (۱۳) مشرکان ځکه کافران شول او خپلو بوتانو او نا حقه معبودانو ته په سجدو کولو سره له حنفيت (سمې نېغې لارې) څخه ووتل، چې هغوی چې چاته عاجزي کوله د هغو د ربوبيت (پالونکي) باور يې لرلو، او په ګټه او تاوان رسولو کې یې خپلواکه ګڼل، او د الله سره مشیئت (خوښه) يې پکې نافذه بلله -. نو د الله نېکو بندګانو ته داسې درناوی او عاجزي کول چې د ياد شوي باور څخه خالي وي د شريعت له مخې عبادت نه ګڼل کيږي.(۱۴).
(۱۳) هغه محمد فقي چې د ازهر شريف له علماوو څخه دی، کتاب يې د قبر پرستو تر ټولو چټل کتاب دی. وګوره: جهود علماء الحنفية ۱۵۴۷:
(۱۴) جهود علماء الحنفية: ۲۹۴. و ګوره: د فقي التوسل و الزيارة نومی کتاب: ۱۶
او النقوي[۱۵] (۱۲۸۹هـ-۱۸۷۲م) وېلي: پرته له شکه هغه مسلمانان چې د نبيانو او نېکانو د قبرونو زيارت کوي، د هغو درناوی کوي او هغه ښکلوي او شاوخوا پرې راګرځي، ځانونه پرې موښي، له هغوی څخه د يوه په زړه کې هم دا خبره نه راګرځي چې دغه نبيان او نېکان او يا قبرونه يې معبودان دي چې لمانځل يې واجب دي، او د الله تعالی شريکان دي، او يا له الله پرته پالونکي دي، بلکې هغوی په خپلو زړونو کې بشپړ باور لري چې هغوی د الله داسې درانه بندګان دي چې د هغه د حکمونو پيروي يې کړې او امرونو ته يې غاړه اېښې او د هغه په لار او د کلمې په لوړوالي کې يې خپل ځانونه او مالونه لګولي دي، نو هغوی ته يې خپل جنت ورکړی او په خپل ګاوڼديتوب يې نازولي دي، چې له همدې امله هغوی زموږ لخوا د درناوي وړ دي او هغوی د دې وړ دي چې پر وړاندې يې خضوع او عاجزي وشي.بلکې کله چې موږ ته څرګنده شوه چې د الله په وړاندې هغوی د خپلې پيروۍ، عبادت، د هغه پر لارو د تللو او په لاره کې يې د جهاد کولو له امله ځانګړی ځای او مرتبه لري، نو موږ هغوی را بولو چې زموږ لپاره الله را وبولي، چې الله د هغوی د را بلنې له کبله زموږ اړتيا را پوره کړي.او په دې کې د کفر او شرک هيڅ خبره نشته. (۱۶)
هغه علي نقي د ابراهيم نقوي زوی چې يو عراقی نجفي رافضي او بوت پرست دی د (البيت المعمور في عمارة القبور) نومي کتاب څښتن دی. (وګوره: جهود علماء الحنفية: ۱۸۱۸)
(۱۶) جهود علماء الحنفية: ۲۹۳. وګوره: کشف النقاب: ۴۴
د حنفي علماوو په اند د عبادت تعريف:
حنفي علماوو د عبادت د تعريف لپاره د اصطلاحاتو يوه ټولګه بيان کړې، چې موږ به ورڅخه د ځينو يادونه وکړو
عبادت: داسې ډول باور او شعور دی چې معبود له اسبابو پورته په پوهه او تصرف کې يو غيبي واک لري، چې پر هغو اسبابو ګتې او زيان اندازه کوي، نو هره بلنه، ستاينه او درناوی چې له دا ډول باور څخه رامنځته کيږي هغه عبادت دی (۱۷).
(۱۷) جهود علماء الحنفية: ۳۱۸. وګوره: د تهانوي، امداد المفتين: ۸۸/ ۶
عبادت: يو ډول عاجزي ده چې وروستۍ پولې ته رسيږي، او د معبود له عظمت څخه په زړونو کې را پيداکيږي (۱۸)
(۱۸) جهود علماء الحنفية: ۳۱۲. وګوره: د خجندي، مفتاح الجنة نومی کتاب: ۶۵.
عبادت: د هغه څه ترسره کول چې الله او د هغه رسول پرې امر کړی، او د هغه څه پرېښودل چې الله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ترې منعه کړې ده د الله د رضاء او آخرت د ترلاسه کولو په موخه (۱۹)
(۱۹) جهود علماء الحنفية: ۳۱۹. وګوره: فتح المنان ک ۴۴۲
عبادت: عبارت له هغه څه څخه دی چې بشپړ محبت، عاجزي، وېره، هيله مندي او پيروي سره را جمع کوي (۲۰)
(۲۰) جهود علماء الحنفية: ۳۲۱. وګوره: البصائر: ۷۸. او سمط الدرر: ۲۰.
عبادت: د عبادت کوونکي له خپل معبود سره تر وروستي بريده محبت، سره له دې چې عبادت کوونکی خپل معبود ته عاجزه وي.(۲۱)
(۲۱) جهود علماء الحنفية: ۳۱۲. وګوره: د رستمي، تبيان: ۸۱.
د دغو يادو شوو اصطلاحاتو په ترڅ کې حنفي علماء پر دې ټينګار کوي چې عبادت پر دريو بنسټيزو رکنونو ولاړ دی، چې هغه: محبت، هيله مندي او وېره ده. او د قبرونو والا د خپلو مړو په رابللو او له هغوی څخه په مرسته کې لکه د هغوی وينا: اې علي، اې حسينه، اې غوثه، اې شيخه، ټول هغه عبادتونه دي چې يوازې يو بې نيازه الله ته ترسره کېدلای شي، او څوک چې له هغه پرته نبيان او نېکان رابولي، نو پرته له شکه چې له الله سره يې بل څوک شريک کړل.
درېيم بحث: شرک
لغت پوهانو شرک تعريف کړی او ويلي يې دي: د يو يا زياتو شيانو له بل سره په حسي يا معنوي امر کې شريکول.
د قبر پرستو په اند د شرک تعريف:
قبر پرست د شرک په تعريف کې له سمې لارې اوښتي لکه څنګه چې د توحيد په تعريف کې له سمې لارې اوښتي، او د هغوی بلونکو ګومان کړی چې شرک په ربوبيت (پاللو) کې بند دی. او ويلي يې دي: شرک دادی: چې بنده له الله سره په پيدايښت، روزي ورکولو، تدبير نيولو، ژوندي کولو او مړه کولو کې بل څوک شريک کړي، او په هغه کې د ګټې او زيان په رسولو کې د خپلواکۍ باور ولري.
نو له الله سره هره هغه معامله چې له دا ډول باور سره مل نه وي هغه عبادت نه دی او نه شرک دی، که څه هم هغه سجده کول، مرسته غوښتل، نذر منل، ذبحه کول او داسې نور وي. او د شرک په تعريف کې دغه د قبر پرستو د عقيدې خلاصه ده (۲۲).
"[۲۲] جهود علماء الحنفية : ۳۶۰. وګوره: د قبر پرستو تاليفونه: د عاملي، كشف الارتياب: ۱۰۵. او د نقوي کشف النقاب: ۴۴. د خميني كشف الأسرار ک ۲۷. او د نجفي، منهج الرشاد: ۲۹. د طباطبائي البراهين الجلية: ۳۲. د قضاعي البراهين الساطعة: ۳۷۵. د ابن مرزوق، التوسل: ۲۰. د دجوي مقالات: ۱۶۲/ ۱. د موسی، حقيقة التوسل: ۱۴۱. د مالکي، المفاهيم: ۴۹. د محمد زکي، الإفهام والإفحام: ۳۳. د رفاعي، الرد المحكم: ۹۰.
د حنفي علماوو په اند د شرک تعريف:
حنفي علماوو شرک تعريف کړی. هغوی وايي
"امام ابن أبي العز الحنفي (ت ۷۹۲هـ-۱۳۹۰م) – رحمه الله -: د نېکانو په اړه هغه باور دی چې هغوی د الله په وړاندې سپارښتنه کوونکي دي، او الله ته هغوی د يوې وسيلې په توګه نيول کيږي، او د هغوی پر هغه او دغه بنسټ عبادت ترسره کول په اصل کې د عربو شرک دی، ځکه هغوی د بتانو په اړه دا باور نه لرلو چې هغه له الله سره په پيدايښت او تدبير کې شريکان دي، بلکې هغوی د الله پاک د ربوبيت د يووالي عقيده لرله (۲۳)
(۲۳) جهود علماء الحنفية: ۳۶۱. وګوره: شرح الطحاوية ۲۰.
او امام ولي الله دهلوي رحمه الله ( ت ۱۱۷۶هـ ۱۷۶۳) وېلي: د شرک حقيقت دا دی: چې يو انسان د ځينو لویو انسانانو په اړه داسې عقيده ولري چې حيرانوونکې نښې لکه کرامتونه، زيات عبادتونه او داسې نور، چې له يو چا څخه صادريږي دا ځکه ترې صادريږي چې هغه د بشپړتيا له صفتونو څخه په يو صفت سره متصف دی: چې په انساني جنس کې ندی پېژندل شوی، بلکې هغه تر الله پورې ځانګړی دی، چې له هغه پرته په بل چا کې نه موندل کيږي مګر دا چې هغه خپل الوهيت بل چا ته ورکړي، او دېته ورته نور خرافات چې دغه باور لرونکی يې ګومان کوي، لکه څنګه چې راغلي مشرکانو به دغه تلبيه ويله: "لبيك اللهم لبيك لا شريك لك إلا شريكاً هو لك تملكه وما ملك" "تاته حاضر يم اې الله تاته حاضر يم، تا لره شريک نشته مګر څوک چې درسره شريک دی ته د هغه او د هغه د ملکيت څښتن يې" او د هغه په وړاندې به يې تر وروستۍ پولې پورې عاجزي کوله، او د هغه سره به یې داسې تعامل کولو لکه الله تعالی سره د عبادت تعامل.(۲۴)
(۲۴) جهود علماء الحنفية: ۳۶۲. وګوره: حجة الله: ۶۱/ ۱.
امام شاه عبدالقادر دهلوي (ت ۱۲۳۰هـ ۱۸۱۵م) وايي: شرک دا دی: چې يو څوک د بل چا په اړه د الله تعالی له صفتونو څخه د يو صفت عقيده ولري، لکه پر هرڅه د پوهې لرلو، يا د هرڅه ترسره کولو عقيده او يا دا عقيده چې د فلاني په واک کې خير او شر دي، يا له الله پرته د بل چا داسې درناوی وکړي چې يوازې الله تعالی د هغه وړ وي لکه سجده کول، د اړتيا پوره کولو غوښتنه، او يا دا باور لرل چې فلانی د هر ډول تصرف اختيار لري (۲۵).
(۲۵) جهود علماء الحنفية: ۳۶۴. وګوره: موضع القرآن: ۱۰۵/ ۱.
او امام محمد بن اسماعيل دهلوي (۱۲۴۶هـ ۱۸۳۰م)، او په هغه پسې ابو الحسن ندوي د هغه د ژباړونکي په توګه ويلي دي. پوه شه چې شرک يوازې دا نه دی چې انسان، يوڅوک له الله سره برابر کړي او هغوی دواړه پرته له کوم توپير څخه يو ډول وګڼي، بلکې د شرک حقيقت دا دی: چې انسان د الله هغه ځانګړي خصلتونه او کارونه چې الله د ځان د لمانځلو لپاره شعار ګرځولي دي، د بل چا لپاره ثابت کړي، لکه يو چاته سجده کول، د هغه پر نوم ذبحه کول، د هغه لپاره نذر منل، په سختيو کې له هغه مرسته غوښتل، او دا عقيده لرل چې هغه په هرځای کې حاضر او ليدونکی دی، د هغه لپاره په کايناتو کې د تصرف اثبات، پر دغو ټولو شرک ثابتيږي او انسان پرې مشرک ګرځي (۲۶)
(۲۶) جهود علماء الحنفية: ۳۶۵. وګوره: د ندوي، رسالة التوحيد: ۳۲.
او پردې خبره خبرول مناسب دي چې د اهل سنت او جماعت علماء چې د هغوی له ډلې څخه حنفي علماء هم دي تر هغه وخته د هيچا په اړه د کفر حکم نه کوي چې د اسلام له ماتوونکو څخه يې کوم ماتوونکی ترسره کړی وي مګر وروسته تر دې چې د دليل له مخې پر هغه ثابت شي.
علامه محمود شکري آلوسي (ت ۱۳۴۲هـ ۱۹۲۴م) وايي: پرته له شکه مسلمان بلکې ټول خلک کله د شرک په ډولو کې اخته کيږي په داسې حال کې چې هغه نه پوهيږي، نو اړينه ده چې پرې خبر او پوه کړل شي تر څو توبه وباسي، او د هغه د ناپوهۍ له امله د کفر حکم نه پرې کيږي، تر څو حجت بشپړ او دليل څرګند شي (۲۷).
(۲۷) جهود علماء الحنفية: ۵۳۵. وګوره: غاية الاماني: ۲۹۸/ ۱.
او همدارنګه وايي: د توحيد څښتنان يوازې هغه څوک کافر بولي چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم د هغه د کفر حکم کړی وي (۲۸)
جهود علماء الحنفية: ۵۳۶. وګوره: فتح المنان: ۴۹۴ (۲۸)
څلورم بحث: اوسني قبرپرست له پخوانيو بت پرستو ډېر سخت مشرکان دي.
امام محمود آلوسي د احنافو د بغداد مفتي (ت۱۱۷۰هـ ۱۷۵۷م)، د الله تعالی د دغې وينا (دَعَوْا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ .) (يونس: ۲۲) په اړه په خپل تفسير کې وايي: دغه آيت پر دې خبره دلالت کوي چې پخوانيو مشرکانو هم پدغه ډول د سختۍ په حالت کې له الله تعالی پرته بل څوک نه رابلل او ته هم پردې پوهېږې چې د نن ورځې قبرونو والا چې کله له خطرناکې پېښې، يا لويې ستونزې سره په وچه او درياب کې مخ شي، نو هغوی هغه څوک رابولي چې زيان او ګټه نه شي رسولای، نه اوري او نه څه ويني، څوک خضر او الياس رابولي، څوک بيا د امت له مشايخو څخه کوم شيخ رابولي، او هيڅوک به ونه ويني چې خپل الله په عاجزۍ او را بلنه کې ځانګړی کړي، او هيڅ په زړه کې يې نه راګرځي، که چېرې هغوی يوازې الله تعالی را وبولي له دغو ټولو کړاوونو څخه به وژغورل شي، ستا دې پر الله قسم وي: راته ووايه کومه يوه ډله له دغو دوو ډلو څخه (قبرپرستو والا او بوت پرستو څخه) له دغه پلوه (د سختيو پر مهال د مرستې په غوښتنو کې) زيات په سمه لار دي؟؟؟، او کوم يو له دواړو بلونکو څخه (هغه مشرک چې په سختيو کې له الله څخه مرسته غوښتونکی دی، او هغه قبرپرست چې په سختيو کې له مړي څخه مرسته غوښتونکی دی) د وينا له پلوه سم دی؟؟؟. او يوازې الله ته به د زمانې له هغو خلکو څخه شکايت کوم چې د ناپوهۍ باد پرې چلېدلی دی او په هغو کې د لار ورکۍ څپې پرې راخپرې شوې دي، او د شريعت کښتۍ يې ورته څېرې کړې ده، او له الله پرته له نورو څخه مرسته غوښتل يې د خلاصون لاره ګرځولې ده، او د عارفانو لپاره يې پر نېکيو امر کول سخت کړي دي او له ناروا څخه د منع کولو لپاره يې يو شمېر اوازونه راپورته کړي دي (۲۹).
[29] جهود علماء الحنفية: ۱۱۷۲. وګوره: روح المعاني: ۹۸/ ۱۱ (۲۹)
علامه سهسواني [30] (ت ۱۳۲۶هـ ۱۹۰۸م) رحمه الله وايي: کله چې دې دغه وپېژندل، نو دا هم وپېژنه چې د نبي صلی الله عليه وسلم د زمانې مشرکان زموږ د زمانې له مشرکانو څخه د شرک له پلوه کم مشرکان وو، ځکه دوی به په سختيو کې يوازې الله ته رجوع کوله، خو دغه خلک په سختيو او اسانيو کې خپل مشايخ رابولي، او الله مرسته کوونکی دی (۳۱)
[30] هغه محمد بن بشیر بن بدر الدین بن صدر الدین العمري الهندي دی، نوموړی په معقول او منقول دواړو کې امام و، همدارنګه محدث او فقیه و، او د احنافو له لویو علماوو څخه و.
[31] جهود علماء الحنفية: ۱۱۷۹. وګوره: صیانة الانسان: ۴۱۹.
علامه محمد سلطان معصومي خجندي (ت ۱۳۷۹هـ ۱۹۵۹م) رحمه الله وايي: پرته له شکه دغه د قبرونو والا د مړو په اړه د خپل باور وروستي بريد ته رسېدلي دي، چې مشرکان هم د خپلو بتانو په اړه هغه باور ته نه وو رسېدلي، او هغه دا چې د جاهلیت د زمانې خلکو ته به چې کله زيان ورسېد، يوازې الله به يې رابللو، لکه څنګه چې الله په يوشمېر ايتونو کې له هغوی څخه حکايت کوي، پر خلاف د هغو خلکو چې د مړو په اړه څه ډول باور لري، ځکه پر هغوی چې کله ستونزې راشي، نو خپل مړي را بولي، او د هغوی لپاره نذرونه مني، او ووايه څوک دی چې په دغه ډول حالت کې يوازې له الله پاک څخه مرسته غواړي (۳۲)
[32] جهود علماء الحنفية: ۱۱۸۶. وګوره: حکم الله الواحد الصمد:
دویم څپرکی: د ربوبیت او الوهیت توحیدونو تر منځه توپیر:
پر مسلمان واجب دي چې د ربوبيت توحيد (د الله د کړنو) او الوهيت توحيد (د بندګانو د کړنو) ترمنځ پر توپير پوه شي ترڅو د الله عبادت له شرعي لارې سره سم اداکړي.
لومړی بحث: د حنفي علماوو له نظره د توحید الوهیت اهمیت:
امام ابن ابي العز (ت ۷۹۲هـ ۱۳۹۰م) وايي: پوه شه چې توحيد ( دعبادت توحيد):
د رسولانو لومړنۍ بلنه ده.
او د لارې لومړنی منزل.
او لومړنی هغه مقام دی چې الله جل جلاله ته تلونکی پکې دريږي.
الله تعالی فرمايي: [پرته له شکه موږ نوح خپل قوم ته يې ولېږلو، نو هغه وويل: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ تاسو لره له هغه پرته بل معبود نشته]. (د الاعراف سورت: ۵۹)
او هود عليه السلام خپل قوم ته وويل: (د الله عبادت وکړئ تاسو لره له هغه پرته بل معبود نشته) (د الاعراف سورت: ۶۵)
او صالح عليه السلام خپل قوم ته وويل: (د الله عبادت وکړئ تاسو لره له هغه پرته بل معبود نشته) (د الاعراف سورت: ۷۳)
او شعيب عليه السلام خپل قوم ته وويل: (د الله عبادت وکړئ تاسو لره له هغه پرته بل معبود نشته) (د الاعراف سورت: ۸۵)
او الله تعالی فرمايي: او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ. (د النحل سورت: ۳۶)
او الله تعالی فرمايي: (او له تا مخکې مو کوم رسول نه دی لېږلی مګر هغه ته مو وحي کړې چې له ما پرته بل الله نشته، نو يوازې زما عبادت وکړئ) (د الانبيآء سورت: ۲۵)
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: [ماته امر شوی چې تر هغه له خلکو سره وجنګېږم تر څو هغوی دا شاهدي ورکړي چې له الله پرته بل په حقه معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی]. (البخاري: ۱۷/ ۱. مسلم: ۵۳/ ۱)
[33] جهود علماء الحنفية: ۱۲۲. وګوره: شرح الطحاوية: ۱۵- ۱۷.
او امام ابوالسعود العمادي (۳۴) (ت ۹۸۲هـ ۱۵۷۴م) وايي: (او هغوی ته امر نه و شوی) يعني حال دا چې دغه کافرانو ته يې په خپل کتاب کې امر نه و شوی (مګر دا چې يوازې د یو الله تعالی عبادت وکړي)، د هغه امر ومني او د هغه پر خلاف د بل چا امر ونه مني، ځکه دا د هغه له عبادت سره ټکر کار دی، ځکه ټول اسماني کتابونه په دې خبره په يوه خوله دي) (۳۵)
[34] هغه محمد بن محمد له لويو ترکي علماوو او عثماني دولت کې د سترو احنافو له ډلې څخه دی او د عثماني دولت په وړاندې د لویو مرتبو او مقام څښتن و، منطقي، فلسفي او ماتريدي و.
[35] جهود علماء الحنفية: ۱۲۶. وګوره: ارشاد العقل السليم: ۶۰/ ۴.
او شيخ غلام (۳۶) (ت ۱۴۰۰هـ ۱۹۸۰م) وايي: پرته له شکه يهودو او نصاراوو خپل مشايخ او امامان د رب په توګه ونيول، چې له الله پرته يې د هغوی عبادت کولو، سره له دې چې په تورات او انجيل کې هغوی ته امر شوی وو چې يوازې الله پاک ولمانځي، ځکه په ټولو کايناتو کې تصرف کوونکی، د اړتياوو پوره کوونکی، د ستونزو د له منځه وړلو لپاره را بلونکی او مرسته کوونکی او د ګټو لپاره را غوښتونکی له هغه پرته بل ذات نشته. (۳۷).
[36] هغه شيخ غلام الله خان راولپنډي چې له لويو او مشهورو ديوبندي علماوو څخه دی، د قبرونو والا پر خلاف سخت هراړخيزه جنګيالی دی، خو په هغه کې د صوفيانو د نقشبندي طريقې د مشايخو ځينې خرافات پاتې دي.
[37] جهود علماء الحنفية: ۱۲۶. وګوره: جواهرالقرآن: ۴۳۵/ ۱- ۴۳۶
او انور شاه کشميري (۳۸) (ت۱۳۵۲هـ ۱۹۳۳م) وايي: پوه شه د اخلاص کلمه له ذات څخه په شريک نيولو کې پرته په عبادت کې د شريک نيولو د له منځه وړلو لپاره ده، او پر همدغه د عبادت د توحيد بنسټ اېښودل شوی دی او د نبيانو عليهم السلام بلنه پر همدغه بنسټ ولاړه ده، ځکه د ربوبيت نټه کوونکي چې له الله سره يې په ذات کې شرک کولو ډېر کم وو، نو له دغې کلمې (لا اله الا الله) څخه موخه يوازې پر هغو خلکو رد کول دي چې هغوی په عبادت کې له الله سره شريک نيسي (نه په ربوبيت کې) لکه څنګه چې الله له هغوی څخه حکايت کوي. (موږ يې يوازې له دې امله لمانځو چې الله ته مو څه نېږدې کړي) (د الزمر سورت: ۳) معنا دا چې: الله يو دی، او دغه الله ته نېږدې کوونکي دي، پر الله پناه، او الله تعالی فرمايي: (کله چې هغوی په کښتۍ کې سپاره شول، الله يې په داسې حال کې را بللو، چې هغه لره يې دين ځانګړی کولو) (د العنکبوت سورت: ۶۵) او الله تعالی فرمايي: (هغوی داسې وو چې کله به ورته وويل شول، چې له الله پرته بل معبود نشته، هغوی به لويي کوله) (د الصافات سورت: ۳۵) ويې نه ويل: " چې هغوی به نټه کوله" نو له دې څخه څرګنده شوه چې هغوی يومخ له دغې کلمې څخه نټه کوونکي نه وو، ځکه لويي کول وروسته له پوهې وي، او دا خبره مخکې تېره شوه چې لومړی د کفر د له منځه وړلو لپاره رالېږل شوی نبي نوح عليه الصلاة و السلام دی، له هغه مخکې يوازې ايمان و، بيا ابراهيم عليه الصلاة والسلام راغی او د نمرود له قوم سره مخ شو، چې هغوی په عبادت کې شرک کولو، نو هغه په بشپړ ډول او تفصيل سره پر هغوی رد وکړ، چې د همدغه ابراهيمي ملت پر بنسټ په عبادت کې د شرک له منځه وړل راغلل (۳۹).
[38] هغه علامه محدث فقيه محمد انور شاه، د معظم شاه زوی چې د ديوبنديانو ترمنځ د زمانې د امام لقب ورکړل شوی و، خو د اهل السنة والجماعت په اند بيا هغه يو حنفي ماتریدي او نقشبندي دی.
[39] جهود علماء الحنفية: ۱۳۴. وګوره: فيض الباري: ۱۰۴/ ۱.
دويم بحث: د قبر پرستو د ربوبيت او الوهيت په يو وخت کې د يووالي عقيده.
د قبر پرستو دعوتګران ګمان کوي چې د ربوبيت او الوهيت توحيد يو دی او ترمنځ يې هيڅ توپير نشته. او دا د هغه توحيد له حقيقت څخه څرګنده ناخبري ده چې رسولان عليهم الصلاة والسلام ورسره د الله له لوري راغلي دي، چې هغه د الوهيت توحيد دی.
او د قبر پرستو له ويناوو څخه دا هم ده چې د رب او اله معنا يوه ده او د اله معنا همدغه رب ده.
او د قبر پرستو له بلونکو څخه هغه څوک هم دي چې له دا ډول شبهې سره راوړې (۴۰).
[40] وګوره جهود علماء الحنفية: ۱۷۷
ابن جرجيس (۴۱) (ت ۱۲۹۹هـ ۱۸۸۲م ) وايي: ( د رب او اله معنا او حاصل يو دی) او وايي: (پرته له شکه اله او رب سره يوه معنا لري) او (اله همغه د رب په معنا دی) [42].
[41] هغه داود بن سليمان الحنفي دی، چې په عراق کې د قبر پرستو له امامانو څخه دی، بت لمانځنې، له الله سره شرک کولو او د قبرونو عبادت ته يې بلنه کوله (۴۱)
[42] وګوره: جهود علماء الحنفية: ۱۸۰. وګوره صلح الاخوان: ۱۲۴، ۱۲۷. او سعادة الدارين: ۲۳/ ۲.
دحلان [43] (ت ۱۳۰۴هـ ۱۸۸۷م) په موحدینو علماوو باندې په خپل بريد کې وايي: (هغوی چې توحيد دوه ډوله ګرځولی: د ربوبيت توحيد او الوهيت توحيد دا خبره باطله ده، ځکه د ربوبيت توحيد همغه د الوهيت توحيد دی)
[43] هغه په مکه کې د شوافعو مفتي احمد زيني دحلان و، او د قبرپرستو له لويو بلونکو څخه و، لوی درواغجن او له عدالت څخه لوېدلی و.
او همدارنګه وايي: هغوی وایي: چې توحيد پر دوه ډوله دی: د ربوبيت توحيد او د الوهيت توحيد، او پردې خبره يې د مسلمانانو پر کافر ګڼلو لاس پورې کړی دی. (۴۴)
[44] وګوره: جهود علماء الحنفية: ۱۸۱. وګوره: الدراسة السنية: ۴۰، ۴۱.
"او قضاعي [45] (ت ۱۳۳۶هـ-۱۹۱۸م) کې وايي: (پرته له شکه د ربوبیت توحيد او د الوهيت توحيد يو له بل سره لازم دي يو له بل څخه نه په شتون او نه په عقيدې سره بېليږي).
[45] هغه سلامة العزامي چې د قبرپرستو له لويو امامانو څخه دی، په ډاګه بت لمانځنې ته بلونکی دی.
او همدارنګه وايي: نو څوک چې "د لا اله الا الله" كلمه ويونکی وي هغه د الله لپاره د الوهيت او د هغه د ربوبيت دواړو توحيدونو مننونکی دی(۴۶)
[46] جهود علماء الحنفية: ۱۸۵. وګوره: البراهين الساطعة: ۳۷۵.
دجوي [47] چې په (۱۳۶۵هـ ۱۹۴۶م) کې تېر شوی وايي: د الوهيت او ربوبيت د توحيد ترمنځ ... چا توپير کړی دی؟ پرته له شکه د دغې اند څښتن ابن تيميه دی... (۴۸)
[47] هغه مصری يوسف د احمد زوی د ازهر له لويو علماوو څخه و، هغه هم يوازې بوت لمانځنې ته بلنه کړې ده او د توحيد او سلفيت له خوځښت سره يې دوښمني کړې ده.
جهود علماء الحنفية: ۱۸۲. وګوره: د دجوي مقالات: ۲۴۸/ ۱. د ابن مرزوق، التوسل نومی کتاب ۹۷. (۴۸).
درېيم بحث: د حنفي علماوو لخوا پر هغه چا رد چې د ربوبيت او الوهيت توحيد يو ګڼي.
او پرته له شکه حنفي علماوو پر دغه ناپوهۍ رد کړی دی، او د ربوبيت توحيد، الوهيت او یا د عبادت توحيد ترمنځ يې لوی توپير بيان کړی. له دغو علماوو څخه.
امام طحاوي (ت۳۲۱هـ ۹۳۳م) د درې ګونو حنفي امامانو د عقيدې په بيان کې وايي: چې ابوحنيفه (ت ۱۵۰هـ ۷۶۷م)، ابويوسف (۱۸۲هـ ۷۹۸م) او محمد ۱۸۹هـ ۸۰۵م) رحمهم الله دي: موږ د الله د يووالي په اړه د الله پر مرسته په باور کولو سره وايو: پرته له شکه الله يو دی هيڅ شريک نه لري، او نه کوم څه د هغه غوندې دي، نه يې څه شی بې وسې کولای شي او نه له هغه پرته بل څه د عبادت وړ شته (۴۹)
[49] جهود علماء الحنفية: ۲۱۹. وګوره الطحاوية: ۱۷، النور اللامع: ۱۸. شرح ابن العز: ۱۵، ۴۲، ۵۲.
فکر وکړه - الله دې درباندې ورحميږي - د دغو امامانو کلام، هغه وينا: "چې پرته له شکه الله يو دی شريک نه لري" اجمالي توحيد دی او د شرک نفي يې ده. د هغوی هغه بله وينا: " چې د هغه غوندې بل څوک نشته" دا بيا د نومونو او صفتونو توحيد دی. د هغوی دا وينا: " هيڅ شی یې نه شي بې وسې کولای" دا بيا د ربوبيت توحيد دی. او د هغوی دا وينا: " چې له هغه پرته بل معبود نشته" دا بيا د الوهيت توحيد دی (۵۰).
جهود علماء الحنفية: ۲۱۹ (۵۰)
امام ابن ابي العز(ت ۷۹۲هـ ۱۳۹۰م) رحمه الله د وروستۍ جملې په شرحه کې د تحقيق کوونکي په توګه وايي دغه د عبادت توحيد دی: هغه وينا يې: " ولا اله غيره" دا هغه د توحيد کلمه ده چې ټولو رسولانو بلنه ورته کړې ده[51].
[51] جهود علماء الحنفية: ۲۲۰. وګوره الطحاوية: ۵۵.
ابو منصور ماتريدي (ت ۳۳۳هـ ۹۴۵م) د الله د هغې وينا: (مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ) [الأعراف : (۵۹) په تفسير کې فرمايي: معنا داچې تاسو لره له هغه الله تعالی پرته بل کوم داسې معبود نشته چې الوهيت او ربوبيت يې په دلايلو، حجتونو او برهانونو ثابت شي [52]، او ناصري (ت ۶۵۲هـ ۱۲۵۴م) دا خبره را نقل کړې او تاييد کړې ده [53].
[52] جهود علماء الحنفية: ۲۲۱. وګوره: د ماتريدي تاويلات، د الاعراف سورت تفسير آيت.
[53] جهود علماء الحنفية: ۲۲۱. وګوره: النور اللامع: ۱۹.
د استدلال ټکی: ماتريدي او بيا ناصري چې دواړه د احنافو له لویو علماوو څخه دې په ډاګه د الوهيت او ربوبيت د توحيد يادونه کړې ده، لومړی يې پر دويم ور عطف کړی، چې پر دې خبره دلالت کوي چې ربوبيت له الوهيت څخه بېل شی دی. او هغه دواړه يو شی نه دي (۵۴)
[54] جهود علماء الحنفية:۲۲۱.
شيخ محمود شکري آلوسي (ت۱۳۴۲هـ۱۹۸۲م) وايي: د الوهيت توحيد همغه دی چې ټول کافران يې هم مني، او له بت لمانځونکو او مجوسو پرته بل هيڅوک هم له دغه اصل سره مخالفت نه کوي. او له دغو دواړو پرته نورې ټولې د کفر او شرک ډلې په دې خبره په يوه خوله دي چې د کايناتو پيداکوونکی، روزي ورکوونکی يې، د هغوی د چارو چلوونکی، هغوی ته ګټه او زيان رسوونکی او پناه ورکوونکی يو دی، له هغه پرته نه پالونکی، نه پيداکوونکی، نه روزي ورکوونکی، نه د چارو چلوونکی، نه ګټه او نه زيان رسوونکی او نه هم پناه ورکوونکی شته، لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: (او که له هغوی پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پيداکړي دي، هرومرو به ووايي: الله) (د لقمان سورت: ۲۵)
کله چې پر دې پوه شوې، نو دا خبره به درته په ډاګه شوې وي چې د توحيد د څښتنانو او مشرکانو ترمنځ جګړه يوازې په الوهيت کې ده، او ټولو رسولانو له لومړي بيا تر وروستي پورې د الله يووالي او عبادت ته بلنه کوله (۵۵)
[55] جهود علماء الحنفية: ۲۰۶. وګوره: فتح المنان: ۴۵۱.
څلورم بحث: لا اله الا الله د اسلام او کفر ترمنځ بېلوونکې کلمه ده.
علامه خجندي [56] (ت۱۳۷۹هـ ۱۹۵۹م) رحمه الله وايي: پوه شه چې د " لا اله الا الله " کلمه د اسلام او کفر ترمنځ بېلوونکې کلمه ده، چا چې د هغې پر معنا د پوهېدو سره او پر هغې د باور له مخې وويله، نو پرته له شکه په اسلام کې دننه شو، او د دارالسلام (جنت) له خلکو څخه وګرځېد او چا چې وويل: چې له الله پرته بل پيداکوونکی نشته، له الله پرته بل روزي ورکوونکی نشته، يا له الله پرته بل پالونکی نشته، يا له الله پرته بل موجود نشته، او يا داسې نور. بيا هم هغه مسلمان ندی او د جنت له اوسېدونکو څخه ندی که څه هم دغه کلمې حق دي (۵۷)، ځکه په دغه ډول وينا کې له هغوی سره د ماده پرستو دهريانو پرته نور ټول خلک: لکه مشرکان، مجوس، نصارا، يهود او داسې نور هم شريک دي، لکه څنګه چې قرآن هم پر دغه شاهدي ورکوي، نو په دغه تحقيق سره دا خبره ثابته شوه: چې د الله له سزا څخه ژغورونکی ګټور ذکر چې دی هغه " لا اله الا الله" دی او دغه د « لا اله الا الله» کلمه هغه د اخلاص کلمه ده چې له شرک سره په ټکر کې ده، او د هغې تقوی کلمه ده چې ويونکی يې له الله سره په شرک کولو څخه ساتي. (۵۸)
[56] هغه علامه محمد سلطان د اورونا معصومي خجندي زوی، د لویو حنفي علماوو څخه دی، په نقلي او عقلي علومو کې لوی عالم و، بيا په دلېل پسې روان شو، له خپلو ښارونو، ماوراء النهر څخه د کمونستانو له واکمنۍ څخه د خپل دين له کبله حرمينو ته وتښتېد. د هغه له کتابونو څخه: «حکم الله الواحد الصمد في حکم الطالب من الميت المدد» دی.
[57] پرته د « لا موجود الا الله » کلمې څخه ځکه دا کلمه د حلول او اتحاد له کفرياتو څخه ده.
[58] جهود علماء الحنفية: ۱۴۳. وګوره: مفتاح الجنة: ۴۰، ۴۱، ۶۲.
او علامه علي قاري :[۵۹] ( ت ۱۰۴۱ هـ - ۱۶۰۵م) رحمه الله، د دې حقیقت په ډاګه کولو سره ویلي دي چې د اسلام یواځنې کلمه "لا إله إلا الله" ده پرته له نورو څخه. [او پرته له شکه پېغمبران عليهم السلام د توحيد د بيانولو او يووالي په ډاګه کولو لپاره راغلل، ځکه خو د هغوی ټولو کلمه او دليل د « لا اله الا الله » کلمه وه او هغوی ته دا امر نه و شوی چې خپلو امتونو ته دې امر وکړي ترڅو دا کلمه ووايي: چې « الله موجود دی» بلکې د دغې خبرې په ډاګه اراده يې کړې وه چې له هغه پرته په حقه سره بل د عبادت وړ نشته، تر څو د هغوی پر وهم او خيال رد هم وشي، ځکه چې هغوی ويل: (هَؤُلاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ) [يونس : ۱۸]. يعني دغه د الله په وړاندې زموږ سپارښت کوونکي دي، او (مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى) [الزمر : ۳] او يا موږ يوازې هغوی د دې لپاره لمانځو ترڅو مو الله ته لږ ورنېږدې کړي. (۶).
[59] هغه علامه علي بن سلطان محمد ابوالحسن الهروي المکي، د هغو لويو حنفي امامانو څخه دی چې حديث او فقه يې سره جمع کړي دي.
(۶۰)جهود علماء الحنفية: ۱۴۷. وګوره: منح الازهر: ۷.
درېيم څپرکی: د زيارتونو والا له مړو څخه په مرسته غوښتنه کې له سمې لارې کږېدل او پر هغوی رد.
د زيارتونو والا (قبر پرست) ګومان کوي چې له مړو څخه د ستونزو په دفع کولو او ګټو او ښېګڼو په لاسته راوړلو کې مرسته غوښتل اړين دي، او له هغوی څخه د پوهې دعوی کوونکو په دې اړه زيات کتابونه ليکلي دي او له دغو کتابونو څخه ځينې (په لاندې ډول دي):
مصباح الظلام في المستغيثين بخير الأنام في الیقظة و المنام.
شواهد الحق في الاستغاثة بسيد الخلق.
أنوار الانتباه بحل النداء بيا رسول الله.
برکات الاستمداد.
تحريض الأغبياء في الاستغاثة بالأنبياء والأولياء.
نفحات القرب الاتصال بإثبات التصرف للأولياء بعد الانتقال.
د قبر پرستو په مړو سره د مرستې غوښتلو له بېلګو څخه ځينې بيانوو.
لومړۍ بېلګه: چې احمد رضا خان افغاني (ت ۱۳۴۰هـ ۱۹۲۲م) چې عبد المصطفی لقب لري ذکر کړې ده: د دغې ډلې سرادر: جنيد (ت۲۹۸هـ ۹۱۱م) د دجلې درياب ته راغی تر څو هغې غاړې ته تېر شي، نو ويې ويل: اې الله، او بيا روان شو لکه پر ځمکه چې روان وي! نو يو چا وليد، او هغه هم غوښتل چې له درياب څخه تېر شي او کښتۍ يې پيدا نه کړه، نو جنيد ته يې وويل: زه هم غواړم چې له دغه درياب څخه تېر شم، اوس لاره يې څه ده؟ جنيد وويل: ووايه اې جنيده، او همدغه خبره تکراروه ترڅو تېر شې. هغه سړي وويل: اې جنيده، اې جنيده، او همداسې په درياب تېرېدی، کله چې د درياب منځته ورسېدی شیطان يې په زړه کې وسوسه واچوله. نو هغه سړي يا الله يا الله ويل پيل کړل. هغه و چې په اوبو کې په ډوبېډو شو، هغه نارې کړې او جنيد ته يې ور چېغې کړې او ويې ويل اې جنابه! زه ډوب شوم. بيا جنيد ورته وويل: ووايه يا جنيد، ياجنيد. نو هغه سړي هم يا جنيد، يا جنيد ويل پيل کړل. هغه و چې له ډوبېدو وژغورل شو، او له دريابه تېر شو، بيا هغه سړي جنيد ته وويل: اې جنابه! په دې کې څه راز دی چې ته يا الله وايې، او له درياب څخه تېرېږې؟ او کله چې ما يا الله وويل: نو په ډوبېدو شوم. جنيد ورته وويل: هو، اې کم عقله! ته تر اوسه د جنيد مرتبې ته نه يې رسېدلی، او سملاسي، الله ته د رسېدلو هيله کوې. الله اکبر (۶۱)
(۶۱)جهود علماء الحنفية: ۱۰۵۷، او وګوره: الملفوظات: ۱۳۱/ ۱.
دويمه بېلګه: هغه ده چې نبهاني (ت ۱۳۵۰هـ ۱۹۳۱م) په داسې ويلو سره استدلال پرې کړی: "(زموږ سردار محمد الحنفي قدس الله سره خپل جای نماز پر درياب وغوړولو او خپل مريد ته يې وويل: ووايه يا حنفي، او روان شه، مريد يې تر شا روان شو، د هغه په زړه کې دا خبره راوګرځېدله چې ولې يا حنفي وايي؟ ولې يا الله نه وايم. کله يې چې يا الله ويل پيل کړل هغه و چې په ډوبېدو شو. بيا شيخ حنفي تر لاس ونيوی او ورته يې وويل: ته حنفي پېژنې، نو د الله به څه حال وي؟ کله چې دې الله وپېژندی بيا يا الله وايه: په دې سره يې اشاره دې خبرې ته وه چې د هغوی تر منځ واسطه اړينه ده [63].
[62] هغه محمد چې شمس الدين تخلص کوي او مشهور په سلطان سره دی، په فروعو کې حنفي او په عقيده کې بت پرست دی، په (۸۴۷هـ ۱۴۴۳م) کې وفات شوی هغوی د غوث او قطب مرتبه ورکړې ده.
جهود علماء الحنفية: ۱۰۵۸. وګوره: شواهد الحق: ۴۴۷، عن لمع برق المقامات، د مصطفی کمال الدين بن عمر البکري، العوال في زيارة سيدي حسن الراعي وولده عبدالعال، نومی کتاب.
درېيمه بېلګه: کومه چې امام آلوسي (ت ۱۲۷۰هـ ۱۸۵۴م) د الله تعالی د دغې وينا (ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْكُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ) [النحل : ۵۴] په تفسير کې ويلي دي. او دغه آیت پردې خبره دلالت کوي چې نن سبا د ډېری عامو خلکو کړنې: لکه له الله تعالی پرته بل چاته پناه وړل، چې د هغوی لپاره د هيڅ شي اختيار نه لري، بلکې د ځان لپاره هم د ګټې او زيان واک نه لري، کله چې هغوی ته ضرر رسيږي، او د هغوی په داسې حالت کې له الله تعالی څخه مخ اړول، لویه کم عقلي او سخته لارورکي ده، خو تر پخوانۍ لار ورکۍ بيا دا سخته لارورکي ده چې د انسان بدن ترې رېږدي او آن د اصحاب اخدود د کافرانو غمبوري ورته تک ژېړ اوړي، د ژمنې کړی شوې د ورځې مؤمنان خو لا څه کوې، هغه دا چې ځينې تکلفي شيخانو راته وويل په داسې حال کې چې زه کوچنی وم: پام پام چې د ستونزې پر مهال له الله تعالی څخه مرسته ونه غواړې، ځکه الله تعالی په مرسته کولو کې بيړه نه کوي، ستا د بد حالت پروا نه کوي، بلکې بايد له پخوانيو وليانو څخه مرسته وغواړې، ځکه هغوی ستا سره په ستونزه کې په بيړه مرسته کوي، او د هغه څه په اړه اندېښمن کيږي چې پر تا راغلي دي. دا خبره مې په غوږونو، فکر او سترګو کې سخت ځای ونيوی او له الله تعالی څخه مې وغوښتل چې ما او مسلمانان له دغه ډول څرګندې بې لارۍ څخه وساتي. (۶۴)
[۶۴] جهود علماء الحنفية: ۱۰۵۹. وګوره: روح المعاني: ۱۶۶/ ۱۴.
څلورمه بېلګه: کومه چې نابلسي حنفي [۶۵] (ت ۱۱۴۳هـ ۱۷۳۱م) بيان کړې او استدلال يې پرې کړی: مشهور کرخي [۶۶] به خپلو ملګرو ته ويل: کله چې تاسو الله تعالی ته په څه کې اړتيا لرئ، نو پر ما لوړه کوئ، پر الله تعالی لوړه مه کوئ، چې کله ورته وويل شول چې دا ولې؟ هغه وويل: دوی الله تعالی نه پېژني، نو هغه ځواب هم نه ورکوي، که چېرې هغوی پېژندلی، نو هرومرو به يې ځواب ورکړی وای (۶۷).
[۶۵] هغه عبدالغني بن اسماعيل بن عبدالغني الفلسطيني، چې يو له لويو زيارتونو والا صوفيانو څخه دی، په فقهي مسئلو کې حنفي و.
[۶۶] هغه ابومحفوظ دی چې په البغدادي فيروز مشهور و، يو د صوفيانو له شيوخو څخه و چې په (۲۰۰هـ ۸۱۶م) کې وفات شوی.
[۶۷] جهود علماء الحنفية: ۱۰۶۳. وګوره: کشف النور: ۲۰.
لومړی مبحث: د قران کریم په دلیل سره پر قبرپرستو رد.
او حنفي علماوو [۶۸] په قبرپرستو له کتاب الله او د رسول صلی الله عليه وسلم له سنت څخه په استدلال کولو سره رد کړی، او کوم چې د الله په کتابونو کې راغلي:
[۶۸] وګوره د امام ابو العز شرح الطحاوية. د امام ولي الله دهلوي حجة الله البالغة، د امام صنع الله حلبي؛ سيف الله، د امام محمود نعمان آلوسي؛ البلاغ المبين، د شکري؛ آلوسي، غاية الاماني؛ د خجندي، حکم الله الواحد الصمد؛ د شيخ غلام الله، د جواهرالقرآن مقدمه او د داسې نورو حنفي علماوو کتابونه.
الله تعالی فرمايي: مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو. (د الفاتحه سورت: ۵)
د الله تعالی وینا ده: کله چې زما بندګان زما په اړه پوښتنه درڅخه کوي (ورته ووايه) پرته له شکه زه د بلونکي بلنه منم، کله مې چې رابولي، نو په کار ده چې ور ومې بولي او پر ما ايمان راوړي، کېدای شي لاره ومومي. (د البقرة سورت: ۱۸۶ ايت)
او الله تعالی فرمايي: (او ستاسو پالونکي وويل: ما وبولئ، زه ستاسو لپاره (ستاسو دعاء) قبلوم، پرته له شکه هغه کسان چې زما له عبادت څخه لويي کوي، ژر به د تل لپاره دوزخ ته ننوځي). (د غافر سورت: ۶۰).
او (الله) تعالی فرمایي: او څوک چې له الله سره بل داسې څوک رابولي چې پر هغه کوم دليل نه وي ورسره، نو د هغه حساب به د هغه د پالونکي سره وي، او بېشکه کافران نه بريالي کيږي. (د المؤمنون سورت: ۱۱۷)
او الله تعالی فرمايي: (او څوک چې له الله سره بل داسې څوک رابولي چې پر هغه کوم دليل نه وي ورسره، نو د هغه حساب به د هغه د پالونکي سره وي، او بېشکه کافران نه بريالي کيږي). (د المؤمنون سورت: ۱۱۷)
او الله تعالی د هغه چا لپاره وايي چې بل څوک رابولي: که تاسو هغوی رابولئ، هغوی مو بلنه نه اوري، او که واوري، تاسو ته ځواب نه شي درکولای، او د قيامت په ورځ به ستاسو له شرک څخه نټه کوي او د ښه خبر لرونکي غوندې به دې څوک خبر نه کړي. (د فاطر سورت: ۱۴)
او الله تعالی فرمايي: او پرته له شکه جوماتونه د الله لپاره دي، نو له الله سره بل هيڅوک مه رابولئ. (د الجن سورت: ۱۸)
او الله تعالی فرمايي: (نو له الله سره بل څوک مه رابولئ، چې له عذاب څکونکو څخه به شئ). (د الشعراء سورت: ۲۱۳)
او الله تعالی فرمايي: خاص هغه ته د حق بلنه ده او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي (لاسونه) غځوونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې ندي او د كافرانو دعا نده مګر بېخي په لار ورکۍ کې ده. (د الرعد سورت: ۱۴)
دویم مبحث: د نبوي احادیثو په استدلال سره پر قبر لمانځونکو رد.
او کوم احاديث شريف چې په پاکو سنتو کې راغلي چې يوازې يو الله ته د بلنې په ځانګړي کولو ټينګار کوي، چې حنفي علماوو په دغه اړه پر قبرونو والا رد کړی او له هغو ځينې يې دا دي:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ده: (دعاء عبادت دی) [۶۹].
[۶۹] ابوداود روايت کړی: ۲/ ۱۶۱. او ترمذي: ۲۱۱/ ۵. او ابن ماجه: ۱۲۵۸/ ۲.
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (کله چې د شپې وروستۍ درېيمه برخه پاتې وي زمونږ پالونکی چې مبارک او لوړ دی د دنيا اسمان ته را کوزيږي، وايي: څوک شته چې بولي مې او دعاء یې قبوله کړم، څوک را څخه غواړي چې ور يې کړم، څوک بښنه را څخه غواړي چې ويې بښم). (۷۰)
[۷۰] البخاري: ۳۸۴/ ۱، مسلم: ۵۲۱/ ۱.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی، وايي: يو سړي وويل: اې د الله رسوله! د الله په وړاندې تر ټولو لويه ګناه کومه ده؟ هغه وويل: «دا چې له هغه سره سيال را وبولې په داسې حال کې چې هغه پيداکړی يې» (۷۱).
[71] البخاري: ۲۵۱۷/ ۶، مسلم: ۹۱/ ۱.
او له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: په الله مرسته وغواړه او مه بې وسه کېږه (۷۲)
[72] مسلم: ۲۰۵۲/ ۴.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی، هغه وايي: زه يوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاته (ناست) وم چې هغه وفرمايل: اې هلکه! زه يو څو کلمې درښايم، الله په ياد لره، ساتنه به دې کوي، الله په ياد لره، مخې ته به دې ومومې، کله چې څه غواړې، له الله يې غواړه او کله چې مرسته غواړې، نو پر الله مرسته غواړه. حنفي علماوو په دغه حديث شريف سره د قبرونو والا د عقيدې پر بطلان او د هغوی لخوا له الله پرته له بل چا څخه د مرستې د غوښتلو پر بطلان استدلال کړی دی[73].
[73] جهود علماء الحنفية: ۱۱۰۷- ۱۱۱۵، او وګوره: روح المعاني: ۱۲۸/ ۶، فتح المنان او غاية الاماني: ۲۹۹/ ۲، حکم الله الواحد الصمد: ۲۸، مفتاح الجنة: ۴۶، تنشيط الاذهان ۴۳ او التبيان: ۱۲۶
او له جابر بن سليم څخه روايت دی، هغه وايي: ما وويل: او ته د الله رسول یې؟ هغه وفرمايل: زه د هغه الله رسول يم چې کله ضرر درته ورسيږي، ته هغه را وبولې، درڅخه لېرې کوي يې، او که وچکالي درته ورسيږي، ته هغه را وبولې، درباندې را واپس کوي يې (ستا د دعا په برکت شينګياوې درته راټوکوي). (۷۴)
[74] ابوداود روايت کړی: ۳۴۴/ ۴.
د سلمان فارسي رضي الله عنه روايت کړی حديث، چې د نبي صلی الله عليه وسلم وينا ده: پرته له شکه ستاسو پالونکی د حيا او سخاوت څښتن دی، له خپل بنده څخه حيا کوي، کله چې هغه خپل لاسونه ورته پورته کړي؛ نو خالي يې نه ور ردوي [75].
[75] ابوداود روايت کړی: ۱۵۶/ ۲.
دریم مبحث: د حنفي علماو لخوا پر زيارتونو والا له خپلو مړو څخه د مرستې غوښتلو په اړه رد.
سربېره پر دې چې کوم څه د الله په کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم په سنتو کې راغلي دي، حنفي علماوو په خپلو ويناوو سره هم پر زيارتونو او قبرونو والا رد کړی او له هغو علماوو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي:
امام اعظم ابو حنيفه (۱۵۰هـ ۷۶۷م) فرمايي: (د هيچا لپاره په کار نده چې الله تعالی د هغه له خپل ذات پرته په بله کومه لار را وبولي، او دا يې بد ګڼلي چې څوک ووايي: زه ستا څخه ستا د عرش په عزت دعا غواړم، او دا يې هم بد ګڼلي چې څوک ووايي: ستا د نبيانو او رسولانو په حق او بيت حرام په حق دعاء غواړم)(۷۶).
[76] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۳. وګوره: جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۳. وګوره: زيارة القبور: ۴۷. او د علامه نعمان آلوسي، جلاء العينين: ۴۵۲. او غاية الاماني: ۶۵/ ۲. او فتح المنان: ۴۱۰. د علامه سهسواني، صيانة الانسان: ۲۱۱. د پنچپيري، البصائر: ۱۱۷. او رباطي، الکواکب الدرية نومي کتابونه: ۱۲۶.
او امام قدوري[77] (ت ۴۲۸هـ ۱۰۳۷م) له امام بشر بن الوليد (ت ۲۳۸هـ ۸۵۲م) څخه روايت کوي: چې هغه وويل: ما له ابو يوسف (ت ۱۸۲هـ ۷۹۸م) څخه اورېدلي، هغه ويل: ابوحنيفه وايي: «د هيچا لپاره په کار ندي چې الله د هغه له خپل ذات پرته په بل څه راوبولي...» د هغه وينا يې ټوله په خپل هغه کتاب کې ذکر کړه چې پر هغه سره يې د امام کرخي (۳۴۰هـ ۹۵۱م) د مختصر شرحه کړې ده (۷۸).
[77] هغه ابوالحسين احمد بن محمد بن احمد البغدادي، د «المختصر» نومي کتاب څښتن، چې د احنافو په فقيه سره مشهور دی، او د احنافو له لويو امامانو څخه دی.
[78] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۴. وګوره تاج التراجم: ۳۹. او طبقات الفقهاء: ۶۰. او کشف الظنون: ۱۶۳۴/ ۲. د عبداللطيف، اسماء الکتب: ۲۶۷.
او د امام قدوري لخوا، د امام کرخي د مختصر لپاره د شرحې څخه ډېری لويو حنفي علماوو دا خبره را نقل کړې ده او پر هغې يې د قبرونو والا د عقيدې پر بطلان استدلال کړی دی، چې هغوی د ستونزو پر مهال له مړو څخه مرسته غواړي، او هغوی دا خبره ثابته کړې ده چې قبرونو والا د الله له شريعت څخه مخالف دي، لکه څنګه چې هغوی په عقيده کې د دغه امت له امامانو څخه مخالف دي، په ځانګړي ډول له حنفي علماوو سره، په دغه مقاله او وينا سره د قبرونو والا ټولې شبهې او شکوک له منځه يوړل شول چې له الله پرته له نورو مرسته غواړي، او د هغوی ټول ګمانونه يې له بېخه واېستل چې د باطل توسل په اړه يې لرل. (۷۹)
[79] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۴. وګوره: د امام برکوي، زيارة القبور: ۴۷.
امام حصکفي[80] (ت۱۰۸۸هـ ۱۶۷۷م) د امام ابوحنيفه وينا په نورو ټکو رواړې ده، کومه يې چې له امام ابو يوسف څخه روايت کړې ده چې هغه ویلي: (د هيچا لپاره په کار نده چې الله د هغه له ذات پرته په بله کومه لار راوبولي، د کومې دعا چې اجازه ورکړل شوې او امر پرې شوی دی: هغه ده چې د الله له دغې وينا څخه اخېستل شوې: «د الله لپاره ښکلي نومونه دي؛ نو پر هغو يې را وبولئ» د الاعراف سورت: ۱۸۰ ايت. او دا وينا يې بده ګڼلې ده چې: ستا د رسولانو، نبيانو او وليانو په حق او يا د بيت الله په حق.) (۸۱).
[80] هغه علاء الدين محمد بن علي بن عبدالرحمن الدمشقي الحصني، د احنافو له لویو امامانو څخه دی.
[81] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۵. وګوره: د حصکفي، الدر المختار چې د تمرتاشي، د تنوير الانوار شرحه ده.
امام ابن عابدين الشامي (۱۲۵۲هـ ۱۸۳۶م) د امام ابوحنيفه د دغې وينا « الا به» په شرحه کې وايي: معنا دا چې يوازې د هغه په خپل ذات، صفتونو او نومونو سره (۸۲).
[82] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۶. وګوره: رد المحتار علی الدر المختار، د ابن عابدين حاشيه.
علامه رستمي د هغه پيروي کړې، د هغه وينا يې نقل کړې او هغه يې تاييد کړې ده، بيا يې لومړی پر عامو قبرونو والا او همدارنګه بيا د احنافو د قبرونو پر والا رد کړی دی: نو له دغې وينا (د ابوحنيفه له وينا) څخه په ډاګه شوه چې په دعاوو کې اسمي توسل يوازې د الله تعالی په نومونو او صفتونو کې منحصر دی(۸۳).
[83] جهود علماء الحنفية: ۱۱۲۶. وګوره: التبيان: ۱۷۲.
امام ابوجعفر الطحاوي ویلي: (او الله تعالی دعاوې قبلوي، اړتياوې پوره کوي، د هر څه څښتن دی او هيڅوک د هغه څښتن ندی، او د سترګو د رپ په اندازه له الله څخه څوک بې نيازه کېدای نه شي، او څوک چې د سترګو د رپ په اندازه له الله څخه بې پروا شي هغه کافر کيږي او له دهريانو څخه ګرځي) (۸۴).
[84] جهود علماء الحنفية: ۱۱۳۰. وګوره: العقيدة الطحاوية، د الباني له شرحې سره: ۵۶.
او مفسر امام آلوسي محمود ویلي: (او په دې اړه تحقيقي وينا داده: چې له مخلوق څخه مرسته غوښتل، او هغه داسې يوه وسيله ګرځول چې د هغو له لارې دعاء وغوښتل شي، د دې په جواز کې هيڅ شک نشته که چېرې هغه مطلوب ژوندی وي، او که مطلوب مړ وي يا غائب وي، نو بيا هيڅ عالم په دې کې شک نه لري چې هغه وسيله جوړول روا ندي، او دا د هغو بدعتونو له ډلې څخه دي، چې له پخوانيو نېکانو څخه هيچا هم ندي کړي، او له صحابه وو څخه له هيچا هم ثابت نه دي، سره لدې چې هغوی د ښېګنې په لټه کې ترټولو زيات حريص وو، چې له مړي يې يو څه خير غوښتی وای) (۸۵).
[85] جهود علماء الحنفية: ۱۱۳۴. وګوره: روح المعاني: ۱۲۵/ ۶.
او امام فتني (ت ۹۸۶هـ ۱۵۷۸م)، چې له لويو هغو حنفي امامانو څخه و، کومو چې پر قبرونو والا رد کړی دی، هغه وايي: (او ځينې هغه خلک دي چې د نبيانو او نېکانو له قبرونو څخه يې موخه: دا وي چې د هغوی له قبرونو سره لمونځ وکړي، د هغوی په وړاندې دعاء وکړي او خپلې اړتياوې ترې وغواړي، دا روا ندي، ځکه دا عبادت دی، او عبادت، د اړتياوو غوښتنه او مرسته غوښتل يوازې د يو الله حق دی (۸۶).
[86] جهود علماء الحنفية: ۱۱۳۶. مجمع بحار الانوار: ۲۴۴/ ۲.
او امام برکوي (ت۹۸۱هـ ۱۵۷۳م) او امام احمد الرومي (ت ۱۰۴۳هـ ۱۶۳۳م)، او علامه خجندي (ت ۱۳۹۷هـ ۱۹۷۷م) دا ټول د قبرونو والا له رازونو او شرکي مرستې غوښتنې څخه په پرده پورته کولو سره وايي همدا وايي، او دغه را روان الفاظ د لومړي دي: (او بدعتي زيارت دا دی: چې د قبرونو زيارت هلته د لمانځه لپاره وي، يا پر هغو د طواف په موخه وي، يا د هغوی د ښکلولو او استلام (بیت الله شريف ته د سلام کولو غوندې) وي يا د هغو پر خاورو د مخ موښلو لپاره وي، يا د هغو د خاورو راخېستلو لپاره او په هغو کې د پرتو مړو د رابللو لپاره وي، له هغوی د مرستې غوښتلو لپاره وي، له هغوی څخه د بريا، روزۍ، روغتيا، اولاد، د پورونو د اداکولو، له ستونزو څخه د خلاصېدو لپاره وي، په کړاو کې د را ګير شخص سره د مرستې په موخه او يا داسې نورو هغو اړتياوو څخه وي چې بت لمانځونکو به له خپلو بتانو څخه غوښتلې، دغه ټول د دين د ټولو امامانو په يوه خوله ناروا دي، ځکه له رسول الله صلی الله عليه وسلم او له صحابه وو، تابعينو او د دين له ټولو امامانو څخه هيچا هم ندي کړي، بلکې د دغه ډول بدعتي او شرکي زيارت اصل د بتانو له عبادت څخه اخېستل شوی دی. (۸۷).
(۸۷)جهود علماء الحنفية: ۱۱۳۹. وګوره: زیارة القبور: ۲۸، مجالس الابرار: ۱۲۶. خزینة الاسرار، نفائس الازهار: ۱۵۷- ۱۵۸، او حکم الله الواحد الصمد: ۲۵- ۲۶.
او امام مجاهد شاه اسماعيل دهلوي[88] (ت ۱۲۴۶هـ ۱۸۳۰م) او د هغه په پیروۍ شيخ ابوالحسن الندوي (ت ۱۴۲۰هـ ۱۹۹۹م) دواړه د دې خبرې په بيانولو سره وايي چې د قبرونو له مړو څخه په مرسته غوښتلو سره شرک ډېر عام او زيات شو، او دغه توري د دويم دي. (په خلکو کې د ناپوهۍ او شرک د فتنې خطر: پوه شه چې شرک په دغه زمانه کې په خلکو کې خپور او زيات شو او توحيد بيخي نابلده شی وګرځېده).
(۸۸)هغه امام علامه مجاهد اسماعيل بن عبدالغني بن ولي الله الدهلوي، د هند د لويو حنفي علماوو څخه دی، بيا په تدريجي ډول له اهل الحديثو څخه وګرځېدی. هغه له هندي کافرانو سره جهاد وکړ لکه څنګه يې چې د بوت لمانځونکو قبرونو والا سره جهاد وکړ. او د بالاکوټ په جنګ کې د هندوانو په لاس ووژل شو.
(۸۹)هغه علامه علي بن عبدالحي الحسيني الندوي، له قبرونو والا سره وجنګېدی او د بېلابېلو بدعتيانو پوزې يې په خاورو کړې، ګټه يې ورسوله او ښه کار يې ترسره کړ، خو دومره و چې له ماتريديانو نقشبنديانو ديوبنديانو څخه متاثره شو.
د شرک نښې او کارونه:
د شرک له کړنو څخه يو دا هم دي چې زيات شمېر خلک نن سبا له مشايخو، نبيانو، امامانو، شهيدانو، پرېښتو او پېريانو څخه د ستونزو پر مهال مرسته غواړي، چې هغوی په نومونو رابولي، د هغوی په نومونو چېغې وهي او له هغوی څخه خپلې اړتياوې او د موخو پوره کېدل غواړي (۹۰).
[90] جهود علماء الحنفية: ۱۱۴۷. وګوره: د شاه اسماعيل، تقوية الايمان: ۱۹. او د ندوي، رسالة التوحيد: ۲۵- ۲۶.
او علامه محمود شکري آلوسي (ت ۱۳۴۲هـ ۱۹۲۴م) رحمه الله وايي: (د شريعت، فطرت او عقل له پلوه ناشونې ده: چې دغه پاک بشپړ شريعت او له دغه پرته بل شريعت دې د ستونزو پر مهال د مړو او غايبو خلکو رابلل روا بللي وي، يا يې دې د کړاوونو او سختيو په وخت کې له هغوی مرسته غوښتل روا کړي وي، لکه د نصراني وينا: «اې د مسيح مورې موږ ته د الله په وړاندې سپارښتنه وکړه» او يا دا چې « اې عيسی! فلانی شی راکړه» او يا دا چې « پر ما دا وکړه» يا د کوم قبرونو والا دا وينا: « اې علي، او اې حسينه، او يا اې عباسه! او يا اې عبدالقادره!، او اې عيدروسه! او يا اې بدوي! او يا فلانيه، او دېته ورته نورې هغه شرکي کلمې چې له الله تعالی سره د يو د څه د برابروالي او يو شان ته کولو ته شاملې وي، د دغه ډول خبرو روا والی هيڅکله نه شريعت او نه کوم رسالت ورکوي، بلکې دا د څرګند هغه شرک له څانګو څخه دي چې د تلپاتې دوزخ ته د ننوتلو او بښونکي برلاسي الله د قهر لامل کيږي) (۹۱).
[91] فتح المنان تتمة منهاج التاسيس: ۴۴۵- ۴۴۹.
څلورم څپرکی: د قبرونو والا د نېکانو او وليانو په حق کې غلو (زيادت) څخه کار اخېستل او پر هغوی رد.
په دين کې غلو( زيادت) له پېړيو څخه د قبرونو والا له اعمالو څخه دي، هغوی د قرآن کريم او پاکو سنتو سره ټکر ويناوې او کړنې کړې دي. او پرته له شکه د نېکانو او وليانو په حق کې د قبرونو والا يو شمېر زيادتونه کړي دي، چې پر هغو سره د لوی شرک او د اسلام له ملت څخه وتلو ته ور اوښتي دي. او د نېکانو په اړه د زيادت له بېلګو يې:
لومړی بحث: د رسول صلی الله عليه وسلم په حق کې د قبرونو والا غلو او زيادت.
او د غلو او زيادت تر ټولو زيات ډولونه چې زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم په حق کې خپاره شوي دي. ځينې يې ګومان کوي چې دا د مصطفی صلی الله عليه وسلم سره مينه ده، هغوی د الله تعالی وينا يا هېره کړې ده او يا يې ځانونه داسې اچولي دي: (ووايه: که تاسو له الله سره محبت لرئ؛ نو زما پيروي وکړئ، الله به درسره محبت وکړي، ګناهونه به مو دروبښي او الله بښونکی مهربان دی). (د آل عمران سورت: ۳۱ ایت). د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت د هغه په پيروۍ او د هغه څه په منلو کې دی چې په کتاب او سنتو کې راغلي دي، په هغه څه کې ندی چې شيطان او د هغه ډله يې ورته ښايي. او زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم په حق کې د غلو او زيادت له بېلګو څخه دا هم دي:
لومړی ډول: د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره پر غيبو پوهېدل يو زيادت دی.
قبرونو والا ګمان کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ټولو هغه څه پوهيږي چې په لوح محفوظ کې دي. او ټول هغه څه قلم ليکلي دي. او تر ټولو لومړی دغه خرافات د قبرونو والا تر منځ په مشهوره قصيدة البردة کې بوصيري[92] (ت ۶۹۴هـ ۱۲۹۵م) وويل:
[92] هغه محمد بن سعيد الدلاحي الصنهاجي الصوفي الخرافي دی. وګوره: صفدي، الوافي بالوفيات: ۱۰۵/ ۳.
ځکه ستا له سخا څخه دنيا او اخرت دي . او ستا له علومو څخه د لوح او قلم علم دی (۹۳).
[93] جهود علماء الحنفية: ۶۹۶. وګوره: قصيدة البردة.
او د قبرونو والا له دعوو څخه دا هم دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ټولو کايناتو را چاپېر دی. ځينو يې ويلي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم له روح څخه هيڅ شی هم نه دي پټ، هغه يې پر عرش، پر پورته او ښکته، پر دنيا او آخرت يې، پر اور او جنت يې خبر دی، پوهه يې پر ټولو پټو ملکوتي معلوماتو چاپېره ده (۹۴).
[94] جهود علماء الحنفية: ۶۹۷. وګوره: د مراد آبادي الکلمة العليا لاعلاء علم المصطفی. د احمد يار خان، جاء الحق: ۵۰. او د بروسوي، روح البيان: ۱۴.
دويم ډول: د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا په نړۍ کې د تصرف په اړه غلو (زيادت).
قبرونو لمانځنې ته بلونکي باور لري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په نړۍ کې تصرف کوي.
د هغوی له ويناوو څخه: (پرته له شکه د ټولو کايناتو کونجیانې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس کې دي، او هغه د هرڅه څښتن دی، او د ځواکمن ذات تر ټولو لوی ځای ناستی دی، او همغه دی چې د «کن (شه)» کلمه په واک کې لري) [95].
[95] جهود علماء الحنفية: ۷۰۳. وګوره: د بريلوي، الاستمداد علی اجيال الارتداد: ۳۲.
درېيم ډول: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د برزخي ژوند په اړه غلو.
د قبرونو والا له ګمانونو څخه دا هم دی، چې هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره د برزخي ژوند څخه منکر دي او هغوی ګمان کوي چې د هغه په قبر کې ژوند، همدغه دنيوي ژوند دی او هغه په قبر کې لمونځ کوي.
نانوتوي (۱۲۹۷هـ ۱۸۸۰م) او نورو لويو ديوبنديانو، لکه ګهنګوي، چې د هغوی ترمنځ په امام رباني سره نومول شوی (ت۱۳۲۳هـ ۱۹۰۵م)، کشميري، چې د هغوی ترمنځ په امام رباني سره نومول شوی (۱۳۵۲هـ۱۹۳۳م)، تهانوي چې د هغوی ترمنځ په حکيم امت سره نومول شوی (۱۳۶۲هـ ۱۹۴۳م)، عثماني (۱۳۶۹هـ ۱۹۵۰م) حسين احمد چې د هغوی ترمنځ په شيخ الاسلام نومول شوی (۱۳۷۷هـ ۱۹۵۸م) هغوی ټولو ويلي دي: چې پرته له شکه نبي صلی الله عليه وسلم په خپل قبر کې اوس هم ژوندی دی، هغه داسې دی لکه يو څوک چې له خلکو بېل شي او څلوېښت ورځې اعتکاف وکړي، هغه همداسې په مستمر دنيوي ژوند له عنصري جسد سره ژوندی دی، ژوندی يې حقيقي جسماني دی روحاني ندی، بلکې هغه حسي جسماني دی، او له همدې امله يې میراث نه وېشل کيږي، له مېرمنو سره یې نکاح نه کيږي، ځکه چې هغه ژوندی دی، نو د ژونديو د ميراث وېشل څه معنا نه لري، او هغه په خپل قبر کې په اذان او اقامت سره لمونځ کوي (۹۶)
[96] جهود علماء الحنفية: ۷۱۳. وګوره: آب حيات: ۲. او الکوکب الدري: او هداية الشيعة: ۱۸. او اللطائف القاسمية: ۴. او جمال القاسمي: ۱۳. او الطهور ۱۴۹ او الحياة النبوية: ۲. او نقش الحياة: ۱۱۳ / ۱. او فيض الباري: ۱۸۳ / ۱. او تحية الاسلام: ۳۶. فتح الملهم: ۳۲۹ / ۱. او د مفتي عبدالشکور ديوبندي، عقائد اهل السنة والجماعة: ۱۵۹. او همدارنګه، الشهاب الثاقب: ۴۵ مطالعه کړه. او د سواتي مديني، شفاء الصدور: ۲۲.
دويم بحث: په ځانګړي ډول د وليانو په حق کې غلو.
د قبرونو والا د وليانو په حق کې دومره غلو کړې چې خبره تردې رسېدلې چې هغوی يې له الله سره په ربوبيت کې شريک کړي دي، او د قريشو پر کافرانو هم ور اوښتي دي. ځکه د قريشو کافرانو الله په ربوبيت کې يو بللو، خو په الوهيت کې يې شرک کولو، مګر د قبرونو والا، له الله سره په ربوبيت او الوهيت دواړو کې شرک کوي. او له هغو خلکو څخه چې له الله سره يې په ربوبيت کې شريک کړي دي:
شيخ عبدالقادر جيلاني (۵۶۱هـ ۱۱۶۶م) د قادريه امام دی.
احمد الرفاعي (۵۷۸هـ ۱۱۸۲م) د رفاعيه امام دی.
د بدويه امام احمد البدوي (۶۷۵هـ ۱۲۷۶م) دی.
د نقشبنديه امام شاه نقشبند حنفي (۷۹۱هـ ۱۳۸۹م) دی.
لومړی: د قادريه د امام، عبدالقادر جيلاني[97] (ت۵۶۱هـ ۱۱۶۶م) په حق کې غلو.
(۹۷) هغه شيخ عبدالقادر جيلاني چې د حنابله وو له علماوو څخه دی، او له نېکو علماوو څخه و، خو د هغه له وفات وروسته د قبرونو والا په بغداد کې د هغه قبر داسې بت وګرځوی چې له الله پرته يې عبادت کيږي.
د قبرونو والا باور لري چې جيلاني په ربوبيت له داسې وړتیاوو څخه برخمن دی چې د الله له ربوبيت سره برابر دي او د هغوی له شرکي بلنو څخه د جيلاني په اړه د هغوی دا وينا ده. (اې زما مرستندويه، همدا ته ژوندی کوونکی او مړ کوونکی يې. او دا چې د « کن» او «لاتکن» مرتبه لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته حاصله ده او بيا جيلاني ته چې په کايناتو کې تصرف کوونکی دی، او د هغه لپاره د هر څه اجازه شوې ده، خپلواکه ده د کايناتو چلوونکی دی) (۹۸).
(۹۸)جهود علماء الحنفية: ۷۲۹. وګوره: د بريلوي، حدائق بخشش : ۱۲۵، ۷/ ۲، ۲۳/ ۱ او البریلویه ۷۱.
دويم: د رفاعيه د امام، احمد الرفاعي[99] (ت ۵۷۸هـ ۱۱۸۲م) په حق کې غلو.
(۹۹)هغه احمد بن علي بن احمد دی، مغربي بطائحي واسطي عراقي ورته ويل کيږي، د هغو رفاعيه وو امام دی چې وروسته بيا بت لمانځونکي صوفيان له دينه وتلي زنديق ملحدان شول. قبر يې د عراق په واسط کلي کې دی. ويل کيږي: چې رفاعي په خپله نېک سړی و، خو په پيروانو کې زندقيان پیداشول.
قبرونو والا د رفاعي په اړه غلو وکړه، داسې کړنې يې هغه ته منسوبې کړې چې هغه ترې بېزاره و. او له هغو ويناوو څخه يې: چې هغه په ځمکه کې د بزرګانو بزرګ دی، بيا اسمان ته ولاړی بيا اوه اسمانونه د هغه په پښه کې لکه د پاي زېب غوندې وګرځېدل
او همدارنګه هغوی وايي: هغه څوک بې وزله او شتمن کوي، نېک بخته او بد بخته کوي، مړه او ژوندي کوي يې، او اوه اسمانونه د هغه په پښه کې لکه پای زېب غوندې دي[100].
(۱۰۰)جهود علماء الحنفية: ۷۳۴. وګوره: الرفاعية للدمشقي عن ترياق المحبين: ۹ او لطائف المنن: ۴۹۱. او قلادة الجواهر: ۴۲. او التاريخ الاوحد: ۱۰۷. او همدارنګه هغه څه هم وګوره چې شيخ رشيد، د رفاعيه وو له کتابونو ويلي لکه په صيانة الانسان يې چې تعليق کړی دی: ۴۴۸.
درېيم: د بدويه په امام، احمد البدوي[101] (۶۷۵هـ ۱۲۷۶م) په اړه غلو.
(۱۰۱) هغه ابوالعباس احمد بن علي المغربي المصري الخرافي دی. د هغه په اړه ويل کيږي چې هسې يو وهمي شخصيت دی حقيقت نه لري، خو سره لدې ډېری صوفيان د هغه قبر په دغه نړۍ کې د رب په توګه نيسي.
د احمد بدوي شخصيت تر ټولو ناوړه خرافاتو او پر اسلامي امت تر ټولو خطرناکو تورنو کې شمېرل کيږي، داسې چې له هغه يې داسې پالونکی جوړ کړی چې په نړۍ کې تصرف کوونکی دی. او تر ټولو بد لا هغه څوک دی چې له خرافیانو څخه يو چا هغه دومره سپېڅلی بللی چې شعراني[102] (ت۹۷۳هـ ۱۵۶۶م) دعوه کوي چې هغه د بدوي د پيدايښت په ورځ کې د ګډون په اړه وايي: (هر کال د هغه د پيدايښت په ورځ کې له ګډون څخه زما موخه دا ده: چې زما شيخ د الله عارف محمد شناوي رضي الله عنه چې د هغه رحمه الله د کورنۍ يو غړی دی، له ما څخه په هغه ګنبده کې يوه ژمنه واخېسته کومه چې زما سردار بدوي رضي الله عنه ته مخامخ ده او زه يې په خپل لاس هغه ته ور وسپارلم، چې د هغه لاس مبارک له قبره راووتلو او زما لاس يې ونيولو. او شناوي وويل: اې زما بدوي سرداره! هغه (شعراني) دې ستا په زړه کې وي، او تر خپل نظر لاندې يې ونيسه، شعراني وايي: چې د خپل سردار احمد بدوي (رضي الله عنه) له قبره مې اواز وارېدی چې وايي: سمه ده. او همدارنګه شعراني وايي: بيا مې بل ځل بدوي په مصر کې وليدی، بيا مې له دې وروسته بيا وليدی چې زه يې د طنطا سيمې خواته په قحافة نومي پول ودرولم، نو هغه مې يو ډول چاپېر دېوال غوندې وموندلو او ما ته يې وويل: همدلته ودرېږه، چاته دې چې زړه وي ماته يې را پرېږده او چاته دې چې زړه وي منع کوه يې.(۱۰۳).
(۱۰۲) هغه عبدالوهاب بن احمد علي الشعراني، يو صوفي بوت لمانځونکی ملحد دی چې په قاهره کې مړ شو، يو شمېر الحادي کفري کتابونه يې ليکلي دي .
(۱۰۳)جهود علماء الحنفية: ۷۴۳- ۷۵۲. وګوره: د شعراني، الطبقات الکبری چې په لواقح الانوارفي طبقات الاخيار، سره نومول شوې دي: ۱۸۳/ ۱.
څلورم: د نقشبنديه امام شاه نقشبند بخاري[104] (ت۷۹۱هـ ۱۳۸۹م) په اړه غلو.
(۱۰۴) هغه چې خواجه بهاء الدين محمد بن محمد الاويسي نوميږي د ټولو نقشبنديانو امام دی. د قبرونو والا د هغه په اړه دومره غلو کړې چې له هغه څخه يې داسې پالونکی جوړ کړی چې ګواکې په نړۍ کې تصرف کوونکی دی.
د ماوراء النهر په سيمو خراسان، ترک، روم، افغانستان او هند کې نقشبنديان او د هغوی نوې فرعې ډېرې خورې ورې دي: لکه ديوبنديان، تبليغيان، پنجپيريان او داسې نور. او د قبرونو والا نقشبنديانو د دغه سړي په اړه هم ډېره غلو کړې تردې چې هغه يې د پالونکي درجې ته رسولی دی.
او تر ټولو بد چې د هغه په اړه ويل کيږي، چې هغوی وايي: هغه غوث اعظم (تر ټولو لوی مرستندوی)، غوث الخليفه، قطب الحقيقة او غوث السبحاني دی. هغه مړه کول او را ژوندي کول کول. که يې غوښتي وای غر يې سره زر ګرځولی شو. که لستوڼی وخوځوي د بخارا ټول خلک لويان او کوچنيان به حيران او پرېشان شي او کورونه او دکانونه به پرېږدي (۱۰۵)
(۱۰۵) جهود علماء الحنفية: ۷۵۴. وګوره: د کردي، المواهب السرمدية: ۱۰۸. د خاني، الحدائق الوردية: ۱۲۵. او د سنهوتي، الانوار القدسية: ۱۱۲۶. او د محمد معصوم عمري، الاسرار السبع ۴. او د خاني، البهجة السنية: ۶۵. او د ابوتراب سندي، د کشف الاستار، پر حاشيو د ترهتي، القصيدة في السلسلة المجددية النقشبندية: ۹۸. او د نبهاني، جامع کرامات الاولياء: ۲۵۱/ ۱.
درېيم بحث: د عامو وليانو په اړه غلو
د قبرونو والا له هغو دعواوو څخه چې الله کوم څه ندي پرې نازل کړي دا هم ده چې هغوی ګومان کوي چې د الله دوستان د ربوبيت او الوهيت ځانګړنې لري، نو هغوی ګومان کوي چې قطب او غوث په لوح محفوظ کې ګوري او پر هغو پنځه ګونو کارونو پوهيږي کوم چې الله په خپل کتاب کې بيان کړي؛ د قيامت ورځ، د باران د ورېدو وخت، د ميندو په رحمونو کې چې څه دي، د يوچا د مرګ نېټه او دا چې چېرې به مړ کيږي.
او د هغوی له ويناوو څخه: د الله دوستان لوح محفوظ ويني.
پرته له شکه د الله دوستان د الله تعالی ماشومان دي، چې هغوی پر پټو او ښکاره وو پوهيږي.
بېشکه د الله دوستانو ته د هغو پټو علوم ښکاره کيږي کوم چې و او کوم چې کيږي او همدارنګه ټول د لوح محفوظ علوم، او هغوی په تلپاتې ژوند سره په قبرونو کې ژوندي دي، د هغوی پوهه او ادراک ډېر پياوړي دي او د هغوی اورېدل او ليدل له هغو هم ډېر ځواکمن دي کوم يې چې په دنيا کې وو. (۱۰۶)
[106] جهود علماء الحنفية: ۷۶۰. وګوره: د شعراني، طبقات: ۱۶۰/ ۱، تقويم الدين. په افغانستان کې د يوې ډلې د علماوو : ۱۷۵، او د امجد علي، بهار شريعت.
څلورم بحث: د حنفي علماوو هڅې د قبرونو والا په رد او د هغوی د غلو او زيادت په ابطال کي.
پرته له شکه حنفي علماوو د قبرونو والا د باطلو کړنو رد کړی، د هغوی دعوې يې له منځه وړې دي او د هغوی پر خلاف يې دلايل وړاندې کړي دي. کله د قرآن کريم له آیتونو څخه په استدلال کولو سره او کله هم بيا د پاکو سنتو څخه په احاديثو سره، بيا پر خپلو هغو ويناوو استدلال کوي چې پر کتاب او سنتو يې بنسټ اېښی دی. له دغو ردونو څخه.
په قرآن کريم استدلال
الله - تعالی - فرمايي -: (اې د کتاب څښتنانو! په دين کې نو غلو مه کوئ او پر الله له حق پرته بل څه مه وايئ، پرته له شکه مسيح عيسی د مريم زوی، د الله استازی او د هغه داسې کلمه ده چې مريم ته یې ورکړه او د هغه له لوري روح دی). (د النساء سورت: ۱۷۱)
او الله - تعالی - فرماېلي -: (ووايه: اې د کتاب څښتنانو! په دين کې مو پرته له حقه غلو او زيادت مه کوئ، او د هغه قوم د نفسي غوښتنو پيروي مه کوئ چې مخکې لار ورکی شوی دی او زيات خلک يې لار ورکي کړي او د سمې لارې څخه لار ورکي دي.ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي). (د المائده سوت: ۷۷).
زمخشري (ت۵۳۸هـ ۱۱۴۴م) نسفي (ت۷۱۰هـ ۱۳۱۰م) عمادي (ت۹۸۲هـ ۱۵۷۴م) او آلوسي (ت ۱۱۷۰هـ ۱۷۵۷م) دا ټول وايي او دا خبره د وروستي یو ده: (په دين کې مو غلو (زيادت) مه کوئ: معنا دا چې له بريده مه اوړئ، دغه منع د نصاراو لپاره وه چې هغوی يې له دې څخه منع کړل تر څو عيسی عليه الصلاة والسلام د رسالت له رتبې څخه هغه څه ته پورته نه کړي کوم چې د هغه په اړه تاسو د درناوي خبرې کوئ، او همدارنګه د هغه مور د رېښتينې مېرمنې له رتبې څخه چې د هغې عليها السلام نسبت ورته کوئ او دا نهي د يهودو لپاره ده که چېرې هغوی په خطاب کې داخل وي، چې هغوی دې عیسی عليه السلام له خپل وصف څخه نه پورته کوي، او همدارنګه د امت لپاره ده چې د هغې لوړې مرتبې څخه يې دې هغې باطلې بدې وينا ته نه منسوبوي چې هغوی پسې تړلې ده، د هغوی د کتاب د څښتنانو په صفت ذکر کول د دې لپاره دي چې هغوی ايمان راوړي چې د هغوی په کتاب کې هغه څه دي چې په خپل دين کې یې له زيادت څخه منع کوي. (۱۰۷).
(۱۰۷)جهود علماء الحنفية: ۸۱۷. وګوره: الکشاف: ۵۸۴/ ۱، او المدارک: ۳۸۱/ ۱، او ارشاد العقل: ۲۵۹/ ۲ او روح المعاني: ۶/۲۱۰.
له پاکو سنتو څخه استدلال.
حنفي علماوو په احاديثو شريفو هم په دين کې له زيادت څخه د ډډه کولو په اړه استدلال کړی دی: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: (ځانونه په دين کې له زيادت څخه وساتئ، ځکه له تاسو مخکې خلک په دين کې د زيادت له امله تباه شول).(۱۰۸)
(۱۰۸)النسائي: ۲۶۸/ ۵، ابن ماجه: ۱۰۰۸/ ۲، صحيح سنن النسائي: ۶۴۰/ ۲ او صحيح ابن ماجه: ۱۷۷/ ۲.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (زما په ستاينه کې له بريده مه اوړئ لکه نصاراوو چې د مريمې زوی له بريده زيات وستايلو، بېشکه زه يو بنده يم؛ نو ووايئ: د الله بنده او د هغه رسول دی[109].
[109] صحيح البخاري: ۱۲۷۱/ ۳.
په دين کې د زيادت د ابطال په اړه د حنفي علماوو څرګندونې.
حنفي علماوو، د قبروونو والا شا نيولې او په دين کې د هغوی زيادت يې په پياوړو ويناوو او بشپړو ردونو سره باطل کړی. چې له ځينو به يې يادونه وکړو.
امام محمود آلوسي (ت۱۱۷۰هـ ۱۷۵۴م)، او د هغه په پيروۍ د هغه زوی نعمان آلوسي (ت ۱۳۱۷هـ ۱۸۹۹م)، او د هغه لمسي شکري الآلوسي (ت ۱۳۴۲هـ ۱۹۲۴م) او شيخ غلام الله چې د احنافو ترمنځ په شيخ القرآن مشهور دی، علامه رباطي او علامه رستمي وايي: د الله تعالی په دغه وينا کي « پرته له شکه هغه کسان چې تاسو يې له الله پرته رابولئ هيڅکله یو مچ هم نشي پیداکولی» (الحج:۷۳) دا اشاره ده د الله د دوستانو په حق کې د زيادت کوونکو ملامتیا ته چې هغوی په سختيو کې له الله تعالی څخه بې پروا د الله له دوستانو مرسته غواړي او د هغوی لپاره نذرونه مني، او ډېری مې له هغوی ليدلي چې د وليانو د قبرونو پر چوکاټونو سجدې کوي، او ځينې خو د هغوی لپاره په قبرونو کې يې په ټولو چارو کې تصرف ثابتوي، او کله چې دليل ترې وغوښتل شي وايي: دا په کشف ثابته ده، الله دې دوی ووهي. څومره ناپوهان او زيات تور تړونکي دي او دا ټول باطل دي چې هيڅ اصل نه په کتاب او نه په سنتو او نه هم د امت د پخوانيو په کلام کې لري، او دغو خو د خلکو دين ور خراب کړ، او د منسوخه دينونو يهودو، نصاراوو او د دهري ډلګیو د څښتنانو لپاره د خندا وړ ګرځېدلي، له الله تعالی څخه بښنه او سلامتيا غواړو. (۱۱۰)
(۱۱۰)جهود علماء الحنفية: ۸۲۴. وګوره: روح المعاني: ۲۱۲/ ۱۷، جلاء العينين،۴۹۰ غاية الاماني: ۳۱۲/ ۲، جواهرالقرآن: ۷۴۸/ ۲، الکواکب الدرية: ۵۹. او تنشيط الاذهان: ۴۳.
او علامه شکري آلوسي (ت ۱۳۴۲هـ ۱۹۲۴م) وايي: که چېرې په دې سره په درناوي کې د مبالغې اراده شوې وي چې هرڅوک د خپلې رايې پر بنسټ د يو چا درناوي کوي، تردې چې د هغه د قبر اراده کوي، هغه لره سجده کوي، طواف پرې کوي او دا عقيده لري، چې هغه په پټو پوهيږي، هغه هرڅه ورکوي، او څوک چې ورڅخه مرسته غواړي د هغه لپاره د ګټې او تاوان واک لري، او د غوښتونکو اړتياوې پوره کوي، او د کړاوځپلو کړاوونه له منځه وړي، او چاته چې وغواړي سپارښتنه يې کوي او چاته چې وغواړي جنت ته يې ننباسي - نو په دغه درناوي کې د مبالغې دعوی په شرک او له ټول دين څخه د پوستکي په اېستلو کې مبالغه ده.(۱۱۱)
[111] جهود علماء الحنفية: ۸۲۵. وګوره: فتح المنان: ۳۹۶، او د امام ابن عبدالهادي اصله وينا چې د قبرونو والا د امام سبکي په رد کې يې د هغه په زمانه کې کړې وه او همدارنګه وګوره الصارم المنکي: ۴۶۴.
او علامه خجندي (۱۳۷۹هـ ۱۹۵۹م) وايي: (پرته له شکه د بني آدم پر خلاف له پخوا او تر اوسه د شيطان تر ټولو لوی چل په هغوی کې د نېکانو د درناوي او د هغوی د احترام په چوکاټ کې د شرک داخلول دي چې نوم يې په توسل، سپارښتنه او داسې نورو سره بدلوي، مشرک به مشرک وي هغه که غواړي او که نه غواړي.او له شرک څخه دا هم دي چې له الله پرته له بل چا څخه مرسته وغوښتل شي او يا بل څوک را وبلل شي، نو تر هغه چا زيات لار ورکی نشته چې له الله پرته بل څوک رابولي، او پرته له شکه دا خبره هم ثابته ده چې د بني آدم د ډېریو د کفر او د خپل دين د پرېښودلو لامل د نېکانو په اړه زيادت کول دي، او په خپلو رابللو سره د هغوی د سپارښتونکو په توګه نيول او د هغوی د خوښې لټول او هغوی ته پناه وړل دي، په داسې حال کې چې هغوی مړه دي او له دغو ژونديو څخه يو مخ بې خبره دي، نه توانيږي او نه اوري هغه څه چې هغوی يې ترې غواړي او اراده يې لري.(۱۱۲)
(۱۱۲) جهود علماء الحنفية: ۸۲۷، وګوره: حکم الله الواحد الصمد: ۲۶، ۳۳.
د حنفي علماوو څرګندونې د قبرونو والا د هغې عقيدې د ابطال په اړه چې د مړو ژوند، دنيوي ژوند دی.
د قبرونو والا د باطلو عقيدو په شا نيولو او له منځه وړلو کې د حنفي علماوو لويې هڅې دي، او له دغو هڅو څخه يو هم د قبرونو والا د هغې عقيدې د ابطال په اړه دي چې ګواکې د مړو ژوند، دنيوي ژوند دی. او له دغو علماوو څخه:
امام نسفي (ت۷۱۰هـ ۱۳۱۰م) د الله تعالی د هغې وينا: « بلکې هغوی ژوندي دي خو تاسو نه پرې پوهېږئ» البقرة: ۱۵۴: په تفسير کې وايي: (تاسو پردغه نه پوهېږئ، ځکه د شهيد ژوند په حسي ډول نه معلوميږي) (۱۱۳)
[113] جهود علماء الحفية: ۸۳۱. وګوره: المدارک: ۱۰۲.
امام ابوالسعود العمادي (ت۹۸۲هـ ۱۵۷۴م) وايي: (خو تاسو د هغوی پر ژوند نه پوهېږئ، پدې کې اشاره دېته ده چې هغه يو داسې جسماني ژوند نه دی چې ظاهري حواس يې احساس کړای شي، هغه يو روحاني امر دی چې په عقل نه احساسيږي، بلکې په وحي معلوميږي).(۱۱۴)
[114] جهود علماء الحنفية: ۸۳۲. وګوره: ارشاد العقل السليم: ۱۷۹/ ۱.
او امام ابومنصور الماتريدي (ت ۳۳۳هـ ۹۴۵م) وايي: (پرته له شکه د شهيدانو ارواوې په غيب کې دي).(۱۱۵)
(۱۱۵) جهود علماء الحنفية: ۸۳۲. وګوره: تاويلات اهل السنة: ۲۸۷/ ۱.
او د احنافو د بغداد مفتي امام آلوسي (ت۱۱۷۰هـ ۱۷۵۷م) وايي: (معنا دا چې تاسو نه په حواسو د هغوی پر حال پوهېږئ او نه يې درک کولای شئ، ځکه هغه د برزخ له هغه حالتونو څخه دی چې پرې خبرېدل ناشوني دي، او پر هغو د خبرېدو يوازېنۍ لار وحي ده. او ارواوې که څه هم داسې جوهرونه دي چې قائم بالنفس دي مګر له هغه څه بېل دي چې له بدنه حس کيږي، خو له هغه برزخي بدن چې د دغه کثيف بدن څخه جلا شی دی له هغو سره يې د تړاو له لرلو پر وړاندې کوم خنډ هم نشته. (۱۱۶)
(۱۱۶)جهود علماء الحنفية: ۸۳۲. وګوره: روح المعاني: ۲۰، ۲۱/ ۲.
د حنفي علماوو څرګندونې د قبرونو والا د هغې عقيدې د ابطال په اړه چې مړي له هغوی څخه د مرسته غوښتونکو اوازونه اوري.
حنفي علماوو، د قبرونو والا هغه دعواوې باطلې ثابتې کړې چې هغوی وايي ګواکې له مړو څخه چې څوک د کړاوونو پر مهال مرسته غواړي؛ نو هغوی يې اوازونه اوري، او د هغوی د ډلې نه دادي:
شيخ ګهنګوي (ت۱۳۲۳هـ ۱۹۰۵م) وايي: (د مړو له اورېدو څخه د نټه کوونکو استدلال چې له هغوی څخه عائشه، ابن عباس رضي الله عنهم او امام ابوحنيفه هم دي د الله تعالی پر دغه وينا دی: «پرته له شکه ته مړي نه شې اورولای» ځکه کله چې کافران له مړو سره په نه اورېدو کې ورته شول، نو څرګنده شوه چې مړي نه اوري، که نه بيا دغه ورته والی ناسم دی).(۱۱۷)
(۱۱۷)جهود علماء الحنفية: ۸۴۷. وګوره: الکوکب الدري: ۳۱۹، او الحجرية: ۱۹۷/ ۲.
امام نسفي (ت۷۱۰هـ ۱۳۱۰م) د دغه ایت په تفسير کې د «الصم» کلمه په دې سره مقيدوي، چې کله هغوی شاوې وګرځوي وايي: (که ته ووايې: چې ګونګی نه اوري هغه که مخامخ وي او که يې شا وي، نو بيا د دغه تخصيص ګټه څه ده؟ زه وايم: د دغه ګونګي چې کله مخ وي، نو په رمز او اشاره پوهيږي، خو کله چې مخ واړوي او شا يې شوه بيا نه اوري او نه په اشاره پوهيږي).(۱۱۸).
[118] جهود علماء الحنفية: ۸۴۸. وګوره: المدارک: ۲۰/ ۳.
شيخ محمد حسين نيلوي، او محمد امير بنديالي چې دواړه د احنافو له معاصرو علماوو څخه دي او توري د لومړي دي د الله تعالی د هغې وينا په تفسير کې وايي: (او يا لكه هغه كس چې پر يو داسې كلي تېر شو چې پرېوتي و (دېوالونه يې) پربامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندى كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيايې راپورته كړ، ورته ويې ويل: څومره وځنډېدې؟ ويې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى وم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې). (د البقرة سورت: ۲۵۹) ۰پرته له شکه ته پر دې خبره پوه شوې چې عزير په دغه اوږده موده کې پر هيڅ هم پوه نه شو، نه يې لمر وليدی چې راخيژي او ډوبيږي، نه کومه ماڼۍ، نه ستوری او نه ورېځ، نه يې باران احساس کړ او نه يې د تندر اواز واورېدی او نه داسې نور وېروونکي اوازونه، نه يې د ورځې تګ احساس کړ او نه د شپو تيارې، نه يې ګرمي احساس کړه او نه سخت يخ. که موږ د هغه د شعور او احساس خبره وکړو، نو درواغ لازميږي).(۱۱۹)
جهود علماء الحنفية: ۸۵۰. وګوره شفاء الصدرو: ۱۸. (۱۱۹)
پنځم څپرکی: پر قبرونو د ودانيو جوړلو بدعت او د هغو شا نيول.
پر قبرونو د ودانيو جوړول تر ټولو خطرناک بدعت ګنل کيږي چې ډېر شمېر مسلمانان يې له خالص توحيد څخه ګرځولي دي او د لوی شرک په لوري يې ور وړي دي، هغوی بيا که پر دې خبره پوهيږي او که نه پرې پوهيږي. له همدې امله د مسلمانانو علماوو د دغه لوی خطر شا نيولې او له هغو يې خلک وېرولي دي. چې د هغوی له ډلې د زمانو په تېرېدو کې حنفي علماء هم دي. په دغه څپرکي کې به ډېر ژر پر قبرونو د ودانيو جوړولو په اړه د قبرونو والا عقيده بيان شي او بيا به په دې اړه د حنفي علماوو هڅې چې د هغوی شا يې نيولې ده.
لومړی بحث: پر قبرونو د ودانيو جوړولو په اړه د قبرونو والا د عقيدې وړاندې کول.
د قبرونو والا بلونکي باور لري چې پر قبرونو د ودانيو جوړول روا دي، د دغه د رواوالي په اړه يې کتابونه او رسالې ليکلي دي او د دغو لار ورکو له ډلې څخه ځينې يې:
سمنودي له (۱۳۲۶هـ۱۹۰۸م) کال وروسته پدې الفاظو یو عنوان ولیکه: (له څلور ګونو مذهبونو څخه د دلايلو په بيان سره پر قبرونو د ودانيو جوړولو بحث.(۱۲۰)
(۱۲۰)جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۳. وګوره: کشف الارتياب ۳۵۷- ۴۰۸.
حسن عاملي عراقي (ت۱۳۷۱هـ ۱۹۵۲م) نهم څپرکی په دې ويل سره ور زيات کړی: نهم څپرکی د قبرونو جوړولو، پر هغو د ودانيو جوړولو او چونه کولو، پر هغو سربېره د ګنبدو جوړولو، صندوق اېښودلو او پرده ور اغوستلو په بيان کې. (۱۲۱)
[121] مخکېنۍ مرجع.
کوثري حنفي قبوري (ت ۱۳۷۱هـ ۱۹۵۲م) يوه مقاله د « بناء مساجد علی القبور والصلاة الیها» تر سرليک لاندې وليکله. (۱۲۲)
(۱۲۲)جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۴. وګوره: مقالات الکوثري: ۱۵۶- ۱۵۹.
بنوري ديوبندي حنفي قبرپرست (ت ۱۳۹۷هـ ۱۹۷۷م) د کوثري د مقالاتو لپاره يوه مقدمه لري چې د کوثري په ستاينه کې يې زياته مبالغه کړې او د مسلمانانو پر هغو علماوو يې بريد کړی چې خالص توحيد خپروي، چې د ابن خزيمه پر کتاب التوحيد او د عبدالله بن امام احمد پر السنة نومي کتاب يې بريد کړی، او الدارمي پر بشر المريسي رد کړی او د هغه کتابونه يې د بت لمانځنې کتابونه شمېرلي دي، لکه څنګه چې په مشهور متل کې ويل شوي دي، زه يې د هغو پر ناروغۍ تورن کړم او هغه په خپله ترې ووتله. معنا دا چې په خپله د بت لمانځنې بلنه کوي بيا د مسلمانانو پر علماوو د بت لمانځنې تور لګوي. (۱۲۳)
(۱۲۳)جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۴، وګوره: د کوثري د مقالاتو لپاره د بنوري مقدمه.
کوثري د الأبي[124] د وينا په رانقلولو سره چې هغه پر قبرونو د جوماتونو او ګنبدو جوړلو د رواوالي لپاره تاييدوي، وايي: (څوک چې د نېک سړي ترڅنګ جومات جوړوي او يا يې له قبر سره د هغو له آثارو څخه د برکت حاصلولو لپاره لمونځ کوي او يا هلته دعاء کوي په دې کې کومه ستونزه نشته.) (۱۲۵)
(۱۲۴)هغه ابوعبدالله محمد بن خليفة الوشتاني المغربي المالیک القبوري (ت ۸۲۸هـ۱۴۲۵م) دی.
[125]جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۵. وګوره اکمال الاکمال: ۲۳۴/ ۲، او مقالات الکوثري: ۱۵۷.
او کوثري د نابلسي حنفي قبرونو والا (ت ۱۱۴۳هـ ۱۷۳۱م) پر وينا په استدلال کولو سره د قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو او همدارنګه پر هغو د جوماتونو جوړولو د رواوالي په اړه په ښکاره د هغوی دواړو لخوا د قبرونو بوت لمانځنې ته د بلنې په توګه وايي: (او څوک چې د نېک سړي ترڅنګ جومات جوړوي او يا يې په قبر کې لمونځ کوي او پر هغه يو ډول د استظهار اراده ولري او يا د هغه د عبادت له آثارو څخه کوم اثر ته رسېدل وغواړي چې د هغه د درناوي[126] او يا يو مخ د هغه لپاره نه وي، نو په دې کې کومه ستونزه نشته. (۱۲۷).
(۱۲۶) پام کوه اې مسلمانه! د هغه وينا: «چې د هغه د درناوي لپاره نه وي» معنا دا: چې هغه پالونکی او پيداکوونکی ونه ګرځوي ( يعني د ربوبيت توحيد دی) خو نور د قبرونو شرکي تعظيم (چې په الوهيت کې شک دی) نو قبرونو والا هغه نه منع کوي.
(۱۲۷)جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۵. وګوره: الحديقة الندية: ۶۳۱/ ۲ او مقالات الکوثري: ۱۵۷.
او احمد بن محمد الغماري[128] (ت۱۳۸۰هـ ۱۹۶۰م) يو خرافاتي قبرونو والا دی هغه په ښکاره بوت لمانځنې ته د بلونکي په توګه په يو پيغام کې وايي: چې رساله يې په (احياء المقبور من ادلة استحباب بناء المساجد والقباب علی القبور) نومولې ده.(۱۲۹)
(۱۲۸) هغه ابوالفيض احمد بن محمد الغماري المغربي دی چې په فقه او حديث به بوخت و، خو د قبرونو والا له امامانو څخه و. په صفاتو کې مفوض و، د تاويل کوونکو او د هغوی د تاويلاتو پر خلاف يوه توره وه.
[129] جهود علماء الحنفية: ۱۶۱۸.
دويم بحث: د حنفي علماوو لخوا له صحيحو احاديثو څخه استدلال چې پر قبرونو د ودانيو جوړولو او د هغو د ورانولو وجوب په اړه پکې وېره راغلې ده.
او الله تعالی د دغو بدعتونو او د خلکو د لار ورکولو د مخنيوي لپاره د مسلمانانو علماء ځانګړي کړي دي، چې د هغوی ترمنځ حنفي علما هم دي، او د هغوی له هڅو ځينې یې په لاندې ډول دي:
لومړی حديث
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه ناروغۍ کې چې ترې وفات شو وفرمايل: (الله پر يهودو او نصاراوو لعنت کړی چې د خپلو نبيانو قبرونه يې جوماتونه وګرځول)، عائشه رضي الله عنها وايي: که چېرې دا خبره نه وای، مسلمانانو به د نبي صلی الله عليه وسلم قبر ښکاره (لوړ کړی) وای، خو له دې وېرې دا کار ونه شو چې جومات ترې جوړ نه کړل شي[130] .
(۱۳۰)بخاري روايت کړی: ۱۶۸/ ۱. ۱۲۷۳/ ۳. ۱۶۱۵/ ۴. ۲۱۹۰/ ۵. او مسلم: ۳۷۷/ ۱.
او حنفي علماوو پر دې خبره هم استدلال کړی چې پر قبرونو د ودانيو جوړول او د قبرونو څخه جوماتونه جوړول د الله تعالی د لعنت له لویو لاملونو څخه دي، او پر الله د شرک کولو لوی سبب دی او دا چې دا د يهودو او نصاراو له کړنو څخه دي.(۱۳۱).
(۱۳۱).جهود علماء الحنفية: ۱۶۲۲، ۴۱۵، ۴۱۴. وګوره: شرح الطحاوية: ۲۲. د برکوي، زيارة القبور: ۶- ۸، مجالس الابرار: ۱۲۳، عمدة القارئ: ۱۳۵/ ۸، د ترکماني، الفکر واللمع في الحوادث والبدع: ۲۱۶/ ۱، روح المعاني: ۲۳۸/ ۱۵، جلاء العينين: ۵۲۲، غاية الاماني: ۲۶۷/ ۱ او فتح المنان: ۴۷۷.
دويم حديث
د عائشې رضي الله عنها مرفوع حديث دی (دوی داسې قوم دی کله چې کوم نېک بنده پکې مړ شي، يا نېک سړی، نو پر قبر يې جومات جوړ کړي او د هغه انځورونه په هغو کې انځور کړي، همدوی د الله پر وړاندې ترټولو بد خلک دي). (۱۳۲)
(۱۳۲)بخاري روايت کړی: ۱۶۷/ ۱. ۱۶۵. ۴۵۰. ۱۴۰۶/ ۳. او مسلم: ۳۷۶/ ۱.
درېيم حديث
له جندب بن عبدالله البجلي رضي الله عنه څخه روايت دی: هغه وايي: (ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه پنځه ورځې مخکې تردې واورېدل چې هغه وفات شي): (خبر اوسئ څوک چې له تاسو مخکې وو هغوی به د خپلو نبيانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړول، خبر اوسئ قبرونه جوماتونه مه ګرځوئ، پرته له شکه زه تاسې له دغه کار څخه منع کوم) [133]. يو شمېر حنفي علماوو له دغه حديث څخه استدلال کړی. (۱۳۴)
(۱۳۳)مسلم روايت کړی: ۳۷۸/ ۱.
[134] جهود علماء الحنفية: ۴۱۶. وګوره: شرح الطحاوية: ۲۲. جلاء العينين: ۵۲۲. د برکوي زيارة القبور: ۵. د احمد رومي مجالس الابرار: ۱۲۳. غاية الاماني: ۲۶۷/ ۱ او ۲۰۶/ ۲.
څلورم حديث
له حابر بن عبدالله - رضي الله عنه - څخه روايت چې هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې څخه منع کړې چې قبر دې چونه کړل شي، پر هغو دې څوک کښېني او يا پر هغو ودانۍ جوړه کړل شي. (۱۳۵) او په يو روايت کې دي: چې پر هغو دې ليکل وکړل شي. (۱۳۶)
(۱۳۵). مسلم روايت کړی: ۶۶۷/ ۲، ابوداود: ۵۵۲/ ۳، الترمذي: ۳۵۹/ ۳، هغه ويلي حسن صحيح، النسائي: ۸۶/ ۴، ابن ماجه: ۴۹۸/ ۱، احمد: ۲۹۵/ ۳، ابن حبان: ۶۵/ ۵، عبدالرزاق: ۵۰۴/ ۳، ابن أبی شيبه: ۳۳۵/ ۳، الطحاوي في معاني الاثار: ۵۱۵/ ۱ او الحاکم: ۳۷۰/ ۱.
(۱۳۶)له مسلم، احمد او عبدالرزاق پرته نور همغه پخوانۍ حوالې وګوره.
پنځم حديث
ابوالهياج حيان بن حصين الاسدي الکوفي وايي: ماته علي بن ابي طالب - رضي الله عنه - وويل: آيا زه تا د هغه کار لپاره ونه لېږم د کوم کار لپاره چې زه رسول الله صلی الله عليه وسلم لېږلی وم: آيا زه تا د هغه کار لپاره ونه لېږم د کوم کار لپاره چې زه رسول الله صلی الله عليه وسلم لېږلی وم. هغه دا چې هره مجسمه دې چې ليدله له منځه يې وړه، هر لوړ قبر دې چې ليدلو هواره يې کړه.(۱۳۷)
(۱۳۷)مسلم روايت کړی: ۶۶۶/ ۲، ابوداود: ۵۴۸/ ۳، الترمذي: ۳۵۷/ ۳، النسائي ۴/۸۸ او احمد: ۹۶/ ۱ او ۱۲۹، عبدالرزاق: ۵۰۳/ ۳ او الحاکم: ۳۶۹/ ۱.
له دغه صحيح حديث څخه زيات شمېر حنفي علماوو پر قبرونو د جوماتونو او ګنبدو جوړولو پر نارواوالي استدلال کړی دی، او همدارنګه د هغو جوماتونو او ګنبدو د ورانولو پر وجوب چې پر قبرونو جوړ شوې دي. (۱۳۸)
(۱۳۸)جهود علماء الحنفية: ۱۶۳۳. وګوره: د برکوي، زيارة القبور: ۱۳. د آلوسي، روح المعاني: ۲۳۸/ ۱۵، جلاء العينين: ۵۲۲ فتح المنان: ۴۷۷، غاية الاماني: ۲۶۹/ ۱، د شبيراحمد عثماني، فتح الملهم: ۵۰۶/ ۲، د علامه خجندي، المشاهدات: ۲۷، د اصف پنجپيري د زوی، البصائر: ۴۵۱، د صفدر، المنهاج الواضح: ۱۸۵، د علامه رباطي، عقد اللآلي والدرر: ۱۰۴، د شاه ولي والله دهلوي، البلاغ المبين: ۲۶ او د محمد مظفري، مصباح المؤمنين: ۲۵.
درېيم بحث: د حنفي علماوو هڅې پر قبرونو د ودانيو له جوړولو څخه د منع کولو او د هغو د ورانولو په اړه.
حنفي علماوو پر قبرونو د ودانيو له جوړولو، د هغو د چونه کولو او پر هغو د څراغونو روښانه کولو څخه د منعې په اړه زياتې هڅې کړې دي، واکمنان او مخور يې د هغو د ورانولو اړتيا او تر هغو اړوند ټولو بدعتونو له منځه وړلو ته هڅولي دي، ځکه هغه د عامو خلکو د عقيدو لپاره لوی خطرونه لري. او له دغو علماوو څخه.
امام برکوي (ت۹۸۱هـ ۱۵۷۳م) او امام احمد الرومي (ت ۱۰۴۳هـ ۱۶۳۳م)، امام ولي الله دهلوي (۱۱۷۶هـ ۱۷۶۳م)، شيخ سبحان بخش هندي، شيخ ابراهيم سورتي، شيخ محمد مظفري او علامه رباطي وايي:
او د شیطان ترټولو له لويو چلونو څخه چې ډېری خلکو ته پرې چل ورکوي، کوم چې هغه خپلې ډلې ته پخوا او اوس په زړونو کې وراچوي د قبرونو فتنه ده، تر دې چې خلکو يې له الله پرته لمانځل پيل کړل، لکه څنګه چې هغوی خپل پالونکي لمانځل، او پر هغو يې ودانۍ جوړې کړې، چې له همدې امله د نوح - عليه السلام - په قوم کې د شرک ناروغي پيل شوه، چې همدغه د بوت لمانځنې پيل و. او له همدې امله نبي صلی الله عليه وسلم له قبرونو د جوماتونو جوړلو منع کړې او دا چې پر هغو دې جوماتونه او ګنبدې جوړې کړل شي، او پر ترسره کوونکي يې لعنت ويلی دی، او دا خبره يې بيان کړې چې دا د ورانکارو لعنت کړل شوو يهودو او نصاراوو له کړنو څخه دي، او نبي صلی الله عليه وسلم خپل امت، په خپله هغه ناروغۍ کې د يهودو، نصاراوو او عامو مشرکانو له کړنو څخه وېرولی دی، چې له هغې پورته نه شو، چې صحابه - رضي الله عنهم - د هغه صلی الله عليه وسلم پر سپارښتنه عمل وکړ، هغوی خوندي پاتې شول او د هغه صلی الله عليه وسلم قبر مبارک يې پورته نه کړ، له دې وېرې چې جومات ترې جوړ نه کړل شي، او داسې بوت ونه ګرځول شي چې له الله پرته لمانځل کيږي، په دې اړه يې يو شمېر حديثونه راوړي بيا يې ويلي: اوعامو ډلو پر قبرونو د جوماتونو جوړولو او پر هغو د لمونځ کولو منع په ښکاره بيان کړې، چې دا د هغوی لخوا د څرګندو سنتو پيروي ده، احمد، مالک او شافعي د دغه کار نارواوالی په څرګندو ټکو بيان کړی او چا چې مکروه ورته ويلي د هغوی موخه هم مکروه تحريمي ده، ځکه دا هيڅ عقل نه مني چې په تواتر سره د يو کار منع له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه راغلې وي او پر هغو لعنت ويل شوی وي، هغه دې يوازې مکروه وي او حرام دې نه وي!.
او فقهاوو د دغه نارواوالی په ښکاره بيان کړی، که چېرې پر قبرونو د څراغونو روښانه کول روا وی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به يې پر ترسره کوونکي لعنت نه وای ويلی، سره له دې چې لعنت يې پرې ويلی دی، ځکه په دې کار سره په بې ګتې کار کې مال له منځ وړل دي، او په دې د قبرونو په درناوي کې له بريده اوښتل دي، او په دې کې له بوت لمانځونکو سره ورته والی دی، بيا د نبي صلی الله عليه وسلم پر قبرونو د ودانيو له جوړولو څخه منع هغه جوړښت ته هم شامله ده چې له ډبرو وي او یا له هغه څه څخه وي چې د ډبرو ځای ناستی وي، لکه څنګه چې هغه نهي پر قبر خېمې وهلو ته شامله ده، دغه دواړه د جاهليت له کارونو څخه دي، ځکه خو نبي صلی الله عليه وسلم د کتاب پر څښتنانو لعنت ويلی، د هغوی لخوا د خپلو نبيانو د قبرونو د جوماتونو په توګه د نيولو له امله.
دغه د قبرونو والا ګمان کوي چې د مړو پر قبرونو لمونځ د هغو درناوی دی، خو دا ښکاره شرک دی، او هغوی ګمان کوي د لمانځه پر مهال د هغوی قبرونو ته مخ کول دا د الله تعالی په وړاندې يو فرصت دی، او دا هغه لامل دی چې له امله يې شارع پر قبرونو د جوماتونو له جوړولو څخه منع کړې ده، هغه څه چې ډېری امتونه يې په لوی شرک او يا کوچني شرک کې اخته کړل، ځکه د داسې سړي پر قبر شرک کول چې د سمون باور پرې کيږي دا ډېر زړونو ته نېږدې دی تر هغه شرک چې په ونه او ډبره کيږي، ځکه خو موږ ډېری خلک وينو چې له قبرونو سره داسې له زړونو څخه عاجزي، زاري، تواضع او عبادت کوي چې د الله تعالی په جوماتونو او په سهار وخت کې يې نه کوي، ځينو خو هغو ته سجده هم کوي، او ډېری خو بيا له هغوی سره د لمانځه له برکته د هغه څه هيله کوي چې په جوماتونو کې د لمانځه څخه هغه هيله نه لري. (۱۳۹).
(۱۳۹)جهود علماء الحنفية: ۱۶۳۵، وګوره: د برکوي، زيارة القبور: ۴-۹. او مجالس الابرار: ۱۲۳- ۱۲۶. همدارنګه خزينة الاسرار: ۱۲۵- ۱۲۶، نفائس الازهار: ۱۵۴- ۱۵۷، د رباطي، عقد اللآلي والدرر: ۱۱۰- ۱۱۲، د شاه ولي الله، البلاغ المبين: ۲۶- ۲۸ او مصباح المؤمنين: ۲۶- ۲۷.
امام ابن ابي العز(ت ۷۹۲هـ ۱۳۹۰م) رحمه الله پر قبرونو د جوماتونو او ګنبدو د جوړولو د نارواوالي لپاره يوشمېر احاديث راوړي دي، او دا چې دغه کار د الله د لعنت او له رحمت څخه د لېرې کېدو لامل کيږي، او دا چې دغه د لومړنيو کافرانو يهودو، نصاراوو او نورو مشرکانو له کړنو څخه دی، او له الله جل جلاله سره د شريک نيول له اسبابو څخه دی، او دا چې پر قبرونو د جوړو شوو ودانيو ورانولو ته بيړه او تيزي کول واجب دي. (۱۴۰)
(۱۴۰)جهود علماء الحنفية: ۱۶۴۲. وګوره: شرح الطحاوية: ۲۱- ۲۲.
او امام محمود آلوسي (ت ۱۲۷۰هـ ۱۸۵۴م) په بغداد کې د احنافو مفتي پر قبرونو د ګنبدو او جوماتونو د جوړولو د نارواوالي او د هغو د ورانولو اړوند يوشمېر احاديث راوړي دي، او دا چې د الله تعالی د لعنت لامل کيږي، او د پخوانيو کافرانو له کړنو څخه دي، او دا پر الله د شرک کولو له اسبابو څخه دی او له لویو او تباه کوونکو او هلاکوونکو ګناهونو څخه دی، د قبرونو لوري ته يا پر هغو سربېره لمونځ کول او يا پر هغو برکت حاصلول دا ټول له ناروا لويو ګناهونو څخه دي.
بيا يې ويلي دي: له قبر سره له دې امله لمونځ کول چې برکت پرې ترلاسه کړي له الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره جنګ کول او د داسې دين رامنځته کول دي چې الله جل جلاله يې اجازه نه ده ورکړې، ځکه هلته د ټولو په اجماع منع ترې راغلې، د هغو له منځه وړل او پر قبرونو د جوړو شوو ګنبدو ورانول واجب دي، دا له ضرار جومات څخه زيات ضررناک دي، ځکه هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سرغړونې پر بنسټ جوړې کړل شوې دي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دغه کار څخه منع کړې ده او د لوړو قبرونو په ورانولو يې امر کړی دی، او پر قبر د هرې ډېوې او څراغ له منځه وړل واجب دي، او د هغو وقف او نذر سم نه دی.(۱۴۱)
(۱۴۱)جهود علماء الحنفية: ۱۶۴۳. وګوره: روح المعاني: ۲۳۷/ ۱۵- ۲۳۸.
څلورم بحث: د حنفي علماوو لخوا د قبرونو والا د ځينو هغو شبهاتو ابطال چې پر قبرونو د ودانيو په اړه دي
د قبرونو والا پر قبرونو د جوماتونو او ګنبدو په جوړولو کې حرص کړی او هڅه يې کړې چې شرعي دليلونه داسې تابع کړي ترڅو د هغوی د نفسي غوښتنو سره سمون ومومي، او شبهات سره راغونډ کړي ترڅو عام خلک پرې لار ورکي کړي. او د الله - تعالی -له پېرزوينې څخه ده چې امت ته يې داسې درانه علما ور په برخه کړي چې د دغو شبهاتو مخه نيسي او پر دغو دليلونو د استدلال کولو تېروتنه په ګوته کوي. او د دغو علماوو له منځه، هغه حنفي علماء هم دي چې دغه شبهه يې له منځه وړې او له قرآن کريم او پاکو سنتو څخه يې په شرعي دلايلو استدلال کړی دی.
لومړۍ شبه: د قبرونو والا ګمان کوي چې په ودانيو جوړولو کې نارواوالی هغه مهال وي چې پر قبرونو له پاسه وي.
په احاديثو کې چې کومه منع او نهي راغلې هغه پر قبرونو سربېره د جوماتونو له جوړولو او چراغونو له روښانه کولو څخه راغلې، خو که د قبر ترڅنګ وي بيا پروا نه کوي.
پر دغه شبهې رد
حنفي علماوو داسې ځواب ورکړی چې د (علی) کلمه هغه پورته ته هم شامله ده او څنګ ته هم لکه څنګه چې د الله په کتاب او سنتو په دلايلو کې راغلې او له هغو څخه (۱۴۲):
(۱۴۲)جهود علماء الحنفية: ۱۶۴۸
الله تعالی فرمايي: (او يا د هغه چا په شان چې پر يو کلي تېرېدی په داسې حال کې چې هغه يې پر چتونو را لوېدلی و) (د البقرة سوررت: ۲۵۹)
د دغه معنا دا نده چې دغه سړی د هغه کلي پر دېوالونو سربېره تېر شو
او الله تعالی فرمايي: (د هغه پر قبر مه درېږه) د التوبة: سورت: ۸۴. نو آيا د آيت معنا د نبي صلی الله عليه وسلم نهي او منع ده د منافقانو پر قبرونو له درېدلو څخه، نه هغه قيام چې د هغه په څنګ کې وي؟!.
او کوم څه چې په پاکو سنتو کې دي چې د الاسراء او المعراج په اړه په حديث کې راغلي: زه ادم عليه السلام ته راوستل شوم...او بيا ابراهيم ته رواستل شوم، او بيا موسی ته راوستل شوم. نو ايا دا عقل مني چې د دغو جملو معناوې دې دا وي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راوستل شو او بیا د نبيانو عليهم الصلام و السلام پر سرونوتېر شو؟
لنډه دا: چې دغه شبه له سره باطله ده. او نهي دغو ټولو صورتونو ته شامله ده، او د اعمالو دارمدار په نيتونو پورې دی.
(د الکهف سورت: ۲۱ ایت)
هغوی وايي: منعا يې داده: چې موږ به هرومرو د کهف غار پر دروازه يو جومات جوړوو چې په هغو کې مسلمانان لمونځ کوي او پر هغه ځای به برکت ترلاسه کوي، چې دغه د جواز دليل دی.
پر دغه شبهې رد
حنفي علماوو له دغې شبهې څخه داسې ځواب ورکړی چې دغه ایت پردې خبره دلالت نه کوي چې دغه کار د يو ګڼونکو مسلمانانو داسې کار و چې له نبيانو عليهم الصلاة والسلام څخه په پيروۍ يې ترسره کړی وي. بلکې ښکاري داسې چې دغه خلک مشرکان وو چې دغه جومات يې هم د خپل عبادت لمانځنې د عادت له مخې جوړ کړ.او له نبيانو څخه د هيڅ نبي شريعت پر قبرونو د جوماتونو او ګنبدو د جوړولو پر جواز نه دی راغلی. که د فرض محال په توګه ومنل شي: چې دغه کار په مخکېنيو شريعتونو کې روا و، نو ځواب يې دادی: چې مخکېني شريعتونه زموږ په دغه شريعت کې حجت نه دي مګر دا چې زموږ شريعت د هغو تاييد وکړي او ويې مني. او زموږ شريعت په ډاګه ويلي دي چې دغه کار د هغو یهودو او نصاراوو کار دی چې الله پر هغوی لعنت ويلی دی، په دغه ډول کړنو سره چې هغه د بوت لمانځنې او له الله سره د شريک نيولو دروازې وي په هغو کې هيڅ ډول دليل پر دغه خبره نشته. (۱۴۳)
(۱۴۳)جهود علماء الحنفية: ۱۶۵۰- ۱۶۵۱.
درېيمه شبهه: د قبرونو والا ګومان کوي چې د نبيانو او وليانو پر قبرونو جوماتونه او ګنبدې جوړول داسې يو کار دی چې د اسلامي امت ميراث دی
په ختيځ او لوېديځ کې له پخوانيو څخه وروستنيو ته پاتې دی. دا پردې معنا چې امت د هغه پر جواز اجماع لري.
پر دغه شبهې رد
حنفي علماوو له دغې شبهې څخه داسې ځواب ورکړی چې دغه کار د امت د اجماع له ډلې څخه نه دی، بلکې دغه له ناوړه بدعتونو او هغو بدو عادتونو څخه دی چې له بدعتيانو په ميراث پاتې دی. او ګڼ شمېر احنافو په څرګنده ويلي دي چې دغه ميراث يو ناوړه کار دی چې په اړه يې هيڅ حجت نشته، ځکه د ناپوهو عوامو له کړنو څخه دی. او ويلي يې دي: که ته ووايې: دا يوه فعلي اجماع ده؛ نو دا يو حجت شو لکه څنګه يې چې په ښکاره ويلي دي. زه وايم: دا د منلو نه ده.ځکه دا خبره خوندي نده، آن تردې چې ځينې علماء يې منع کوي، او که فرض کړل شي چې هغه فعلي اجماع ده، نو دا د امت د سمون لپاره چې پر ښو کارونو د امر او له بدو کارونو منع پکې نافذيږي او حال دا چې دغه څه له ډېرو زمانو څخه له منځه تللي دي. (۱۴۴).
[۱۴۴] جهود علماء الحنفية: ۱۶۵۶- ۱۶۵۸.
څلورمه شبهه: د قبرونو والا لخوا په هغې ګنبدې پسې خپل دا کار تړل کومه چې چې د نبي صلی الله عليه وسلم او دواړو صاحبينو رضي الله عنهما پر قبرونو جوړه شوې ده
همدارنګه شیطان هغوی ته دغه قياس مع الفارق په زړونو کې ور واچوی.
پر شبهې رد
حنفي علماوو له دغې شبهې څخه په دوو لارو ځواب ويلی دی:
لومړۍ لاره: د نبي صلی الله عليه وسلم پر قبر ودانۍ جوړول، پر قبرونو د ودانيو جوړولو له ډلې څخه ندي. ځکه دغه ودانۍ مخکې تردې شتون درلود چې هلته دې لاندې نبي صلی الله عليه وسلم پکې خښ کړل شي، ځکه هغه د عائشې رضي الله عنها حجره وه، او نبي صلی الله عليه وسلم له کورونو څخه يو کور و، چې په اتفاقي ډول نبي صلی الله عليه وسلم د عائشې رضي الله عنها په کور کې وفات شو او په همدغه حجره کې دفن کړل شو، د هغه حديث پر بنسټ چې په دې اړه راغلی دی، له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی: (کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو، د خلکو ترمنځ د هغه د دفن په اړه اختلاف پيدا شو، چې ابوبکر وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې يو څه اورېدلي چې هيڅ مې نه دي هېر شوي، هغه ویلي: (الله د هيڅ نبي روح نه اخلي مګر په هغه ځای کې چې خوښوي هغلته دې دفن هم کړل شي)، نو همدلته د خپلې بسترې په ځای کې يې دفن کړئ)، چې د عائشې رضي الله عنها په حجره کې يې دفن کړ، نو دغه ودانۍ د نبي صلی الله عليه وسلم پر قبر د ودانۍ جوړولو په نيت نه وه، ځکه دا مخکې هم وه، خو د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما هلته دفن کېدل، هغه بيا په دغه ځای کې د نبي صلی الله عليه وسلم د دفن کېدو د تابع او پيروۍ له مخې و.
دويمه وجهه: ګنبد د نبي صلی الله عليه وسلم پر قبر د صحابه رضي الله عنهم اجمعين په زمانه کې نه وه، نه د تابعينو په زمانه کې وه او نه هم تبع تابعينو په زمانه کې، نه د سنتو د امامانو په زمانه کې، د دغه امت د غوره زمانو څخه د هيچا په زمانه کې نه وه.
علامه خجندي (ت۱۳۷۹هـ ۱۹۵۹م) د نبي صلی الله عليه وسلم پر قبر د دغې شنې ګنبدې د جوړېدو د تاريخ په بيانولو سره وايي چې هغه يو بدعت دی. (د نبي صلی الله عليه وسلم پر مبارک قبر د شنې ګنبدې پيل: پوه شه چې تر کال (۶۷۸هـ ۱۲۷۹م) پورې پر هغې نبوي حجره په کومه کې چې د نبي صلی الله عليه وسلم قبر دی، کومه ګنبده نه وه، دغه کار په همدغه کال کې ظاهر منصور قلاوون صالحي پاچا وکړ، چې دغه ګنبده جوړه کړل شوه.دا کار يې ځکه وکړ چې هغه په مصر او شام کې د نصاراوو ښايسته کړل شوي عبادت ځايونه وليدل، نو د نبي صلی الله عليه وسلم پر امر او سنتو د ناپوهۍ له امله يې د هغوی پيروي وکړه.پوه شه پرته له شکه د قلاوون پاچا دغه کار په قطعي ډول له هغو صحيحو احاديثو سره په ټکر کې و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي، خو ناپوهي يوه لويه بلا ده، او په محبت او درناوي کې له بريده اوښتل يوه ستره بلا ده او له پرديو څخه پيروي يوه تباه کوونکې ناروغي ده) (۱۴۵).
(۱۴۵)جهود علماء الحنفية: ۱۶۶۰- ۱۶۶۲. وګوره: د خجندي، المشاهدات المعصومية ۲۶، ۳۴
پای:
د الله تعالی په پېرزوينه - د «جهود علماء الحنفية في ابطال عقيدة القبورية» نومې رساله په هر اړخيز ډول معرفي شوه، چې د دوکتورا د رسالې په بڼه ښاغلي شيخ دکتور شمس الدين سلفي افغاني رحمه الله وړاندې کړې. دغه تعريف په مهمو موضوعاتو شامل دی:
بنسټيز تعريفونه: توحيد، عبادت او شرک.
د ربوبيت او الوهيت د توحيد ترمنځ توپير
د قبرونو والا له مړو څخه په مرسته غوښتلو سره له سمې لارې اوښتل او پر هغوی رد.
د قبرونو والا د نېکانو او وليانو په حق کې له بريده اوښتل او پر هغوی رد.
پر قبرونو د ودانيو جوړولو بدعت او د هغو تعقيب.
Related books
All books
د توحيد کتاب14 ژبېد توحيد کتاب
کوم چې د الله حق دی پر بنده ګانو. د شيخ الاسلام ليکنه محمد بن عبدالوهاب التميمي ۱۲۰۶هـ پاملرنه
د توحید نښانې12 ژبېد توحید نښانې
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الحمد لله ربِّ العالمين، والعاقبةُ للمُتَّقين، وأشهدُ أن لا إله إلَّا اللهُ وحدَه لا شريكَ له، وأشهد أنَّ مُحمَّدًا عبدُه ورسولُه، صلى الله وسلَّم عليه وعلى آله وأصحابه أجمعين، أمَّا بعد: توحید د دین پیل او پای، د هغه باطن او ظاهر او د پیغمبرانو لومړۍ او وروستۍ بلنه ده، او همدا د: لا اِله الا الله معنا ده، له همدې امله مخلوقات پېدا شوي، پېغمبران رالیږل شوي، کتابونه نازل شوي، او په همدې سره خلک مؤمنانو او کافرانو، نېکمرغه جنتیانو او بد مرغه دوزخیانو ته ویشل شوي، او دا په مکلفو انسانانو لومړی واجب او د اسلامي دین هغه حقیقت دی چې الله تعالی لدې پرته بل هېڅ…
القواعد الأربع
رسالة واحدة فقط!14 ژبېرسالة واحدة فقط!
یوازې یو پیغام! ډاکټر ناجی بن ابراهیم العرفج ډالۍ په ریښتیا او اخلاص سره د حق موندونکو لپاره. د بیدار عقل خاوندانو لپاره.