الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين
كتاب مختصر لطيف يهدف إلى تعريف القارئ بأسماء الله وصفاته وأفعاله -جل وعلا- وأثرها في زيادة الإيمان. الكتاب مبني على منهج الجمع والصياغة بأسلوب مبسط بعيد عن الأكاديمية البحتة، ليكون ملائمًا لجميع أطياف القراء، ويسعى لتعزيز حب الله والشوق إلى لقائه في قلوب المؤمنين. يتناول الكتاب كيفية تأثير معرفة أسماء الله وصفاته في حياة المسلم اليومية، مشددًا على أهمية التوحيد والفهم الصحيح للعقيدة الإسلامية.
الله - جل جلاله-؛ د مینه والو آرامتيا
د الله جل جلاله ښکلي نومونه او د هغه غوره صفتونه له کتاب او سنت څخه
عبدالله بن مشبب بن مسفر القحطاني
د چاپ حقونه د لیکوال لپاره خوندي دي
دویم چاپ
۱۴۴۱هـ ق – ۲۰۲۰ زیږدیز کال
بسم الله الرحمن الرحيم
ډالۍ
زما مور او پلار ته..
ځینې هغه څه چې تاسو زما لپاره له څښتن تعالی څخه غوښتل؛ زه ستاسو د ډیر سخاوت او نیکۍ یوه برخه هم بیرته درګرځولی نشم..
بیا: هر هغه زړه ته چې خپل رب پیژني او هغه ته نږدې کیږي..
تاسو ته ... د هڅو محصول ډالۍ کوم؛ له الله تعالی څخه ددې عمل قبولي غواړم!
د دویم چاپ سریزه
په پیل او پای کې د الله ستاینه په ظاهر او باطن کې ادا کوم، او پر خپل پیغمبر؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - باندې درود وایم، اما بعد:
دا دویم چاپ دی چې د ګران لوستونکي مخې ته یې ږدم وروسته لدې چې لومړۍ ګڼه چې شمیر یی (۶۰۰۰) ټوکه وو په ډیر لږ وخت کې خلاص شول چې پدې کار سره د الله تعالی منندوی یم، او وروسته لدې چې د کتاب د منځپانګې بیا کتنه، زیاتول، او حذفول تر سره شول، هیله ده چې کتاب د لوستونکو لپاره مناسب، په موضوع کې بشپړ او هدف ته د رسیدو لپاره پوره وي.
او د علم په خپرولو کې د ثواب غوښتونکی یم؛ زه په لاندې شرایطو سره د کتاب د چاپ اجازه ورکوم:
پرته له حذف او اضافه کولو، او دا چې چاپ باید مجلل او د کتاب د منځپانګې سره مناسب وي، او ددی ګرځنده شمیرې 00966564570117 یا بریښنالیک سره اړیکه وساتل شي [email protected]
د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې په کتاب کې کوم بدلون یا اضافه والی ندی راغلی؛ او پوره والی او کمال یوازې د الله - تعالی - د کتاب لپاره دی.
بیا د دار ابن الجوزي او المتنبي کتابتون څخه د دوی د تیرو هڅو مننه کوم، د الله څخه د بریالیتوب، هدایت او قبولتیا غوښتنه کوم.
او ټوله ستاینه د رب العالمین لپاره ده
ليکوال
سريزه
ټول ستاېنه د رب العالمین لپاره ده، درود او سلام دې وي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه په کورنۍ او اصحابو باندې، اما بعد:
د ایمان د زیاتولو له سترو لارو څخه: د الله – سبحانه و تعالی - پیژندنه د هغه په نومونو، صفتونو او فعلونو کې ده، د الله هر نوم د ننوتلو لپاره له ګڼو دروازو څخه یوه دروازه ده . (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا [الأعراف:180]، او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره رابلئ، نو د هغه کس به څه حال وي چې دغه نومونه حفظ کړي؟! د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه ثابت دی چې فرمایلي يې دي: " الله - تعالی - لره نهه نوي نومونه دي، یو کم سل، څوک چې هغه یادې - حفظ - کړي جنت ته به داخل شي" [بخاري او مسلم روایت کړی].
ما به له الله تعالی څخه دا غوښتنه کوله چې ماته یې د حفظولو شرف را نصیب کړي، نو په ۱۴۳۰ هجري قمري کال کې مې په لنډه توګه د هغه په بیانولو پیل وکړ، نو د الله - تعالی - نومونو او صفتونو ته مې د اورېدونکو لیوالتیا حس کړه..
او څرنګه کیدلی شي چې یو مؤمن یې پيژندلو ته لیوالتیا ونه لري؛ په داسې حال کې چې د هر نوم په پيژندلو سره د الله تعالی ملاقات ته د هغه مینه او شوق ورځ تربلې زیاتیږي؟!
څنګه به یو مؤمن د الله نومونو او صفتونو پيژندلو ته نه لیواله کیږي؟ پداسې حال کې چې هغه پدې پوه شوی چې: هغه د هر غم ځپلي، مظلوم، قرضدار، ناروغ، زنداني او حیران لپاره د ژغورنې وسیله ده؟!
څنګه به یو مؤمن د الله نومونو او صفتونو پيژندلو ته نه لیواله کیږي؟ پداسې حال کې چې پوه شي چې دا: د خلاصون، نیکمرغۍ او خزانو کونجیاني دي؟! بلکې چا چې - دا نومونه - په حقه وپيژندل نو نیمګرغي به ترې هیڅکله جلا نه شي.
لدې ځایه؛ مې له الله - تعالی- نه وغوښتل چې د داسې یو کتاب د لیکلو توفیق راکړي چې زما لپاره یو اثر او ښایسته چینه وي چې خلک ترې خړوبه کیږي، نو ما یوازې د راټولولو او جوړولو طریقه غوره کړه، زه په لیکلو کې د خپلې ناتوانۍ او د خپل علمیت له کمښت څخه خبر یم؛ زه نه ماهر آس چلوونکی یم او نه ماهر پیاده تلونکی یم.
نو ما ټول هغه څه راټول کړل چې زما سترګو لیدلي و، او هغه څه مې ولیکل چې ما په کې د راحتۍ احساس کاوه، په دې هیله چې زه به په هغه څه کې ښه کار وکړم چې زه یې راټولولو ته ترجیح ورکوم، په اسماو او صفاتو کې مې د مخکنیو صالحینو عقیده تعقیب کړې ده.
بیا مې هغه په نوې بڼه کې جوړ کړ، چې د عظمت او ښکلا په جامو پوښل شوی وي، البته د زده کونکو او پوهانو د طبقې په نظر کې نيولو سره، او له بشپړې اکاډیمیکې طریقې څخه مې لرې ساتلی دی.
او صحیح او حسن حدیث باندې مې بسنه کړې، آثار او تاریخ مې په کې ندي څیړلي.
او موخه مې: د اسانتیا راوستل، تشویقول او لوستونکي په خورا اسانه لار او لنډ وخت کې هدف ته رسول دي.
په دې هیله چې دا به خوشحالۍ راولي، اندیښنه به لرې کړي، زړه به پراخه کړي، ایمان به پیاوړی کړي، پوهه به ډیره کړي، زړه به ډک کړي، زړه ته به عمر وبخښي، او فکر ته به وده ورکړي.
او ددی کار احسان او منت یوازې الله – عزوجل- لره دی، بیا د علم او احسان خاوندانو ته چې ما له هغو څخه خورا خوندورې میوې راټولې کړې وې، که ما سم کار کړی وي نو هغه به د الله –جل و علا- لخوا وي، او د الله ډیر شکر ادا کوم، او که ما تیروتنه کړې وي، نو هغه به زما او د شیطان لخوا وي او ما پدې کار سره یوازې خیر او نیکي غوښتي؛ نو زه د الله څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه کوم!
او په پای کې؛ دغه لږ کوښښ، او د بې وزله وړتیا ده، د دې کتاب د بشپړیدلو لپاره د الله شکر ادا کوم، هیله ده چې الله یې زما څخه قبوله کړي، او لدې ویره لرم چې هغه یې رد کړي، الله –سبحانه و تعالی- په ګواهۍ نیسم چې له هغه سره مینه لرم، او د هغه په اړه ښه ګمان لرم.
او زه د الله څخه غوښتنه کوم چې زما لپاره او د هغه چا لپاره چې ما له هغوی څخه دا راټول کړي دي ډیر اجر ورکړي، او د هر هغه چا لپاره چې په بیاکتنه، تصحیح، تنسیق او تنظیم، کاپي او چاپ کولو، یا مشوره یا نظر ورکولو کې برخه اخیستی ډیر اجرونه ورکړي.
همدارنګه د الله –عزوجل- څخه غوښتنه کوم چې دغه کار سم وگرځوي، او د ځان لپاره یې خالص وگرځوي، د هغه د مینې منندوی یم، او د هغه رضا ته نږدې کیدل غواړم، او دا چې ماته او زما مور او پلار، زما شیخانو، زما کورنۍ او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي؛ بیشکه چې ښه اوریدونکی او د دعا قبلونکی دی!
ستاسو ورور:
عبدالله بن مشبب القحطاني
موبایل (د واتساپ پیغامونو لپاره):
00966564570117
اې زما ربه ..
څومره ستر موقف دی، څومره ستر مقام دی، او څومره سخت کار دی!
کلمې عاجزی دي، او زړه لړزیږي، او ژبه بندیږي، او جملې لنډېږي، او عقل حیرانیږي، او ستا کمزوری بنده ستا په وړاندې ولاړ دی؛ هغه غواړي چې ستا ستاینه وکړي، او هغه څه چې په خپل ځان کې یې دي تاسو ته بیان کړي، په داسې حال کې چې تاسو د هغه له حال څخه با خبر یاست.
ډالۍ کوونکي په ستاینې سره تا ته نشي رسیدلی ... حتا که دوی مبالغه هم وکړي، ځکه هغه څه چې په تاسو کې دي ډیر لوی دي.
اې ربه!
موږ پوهیږو چې کله موږ ستا ستاینه او ستا ویاړ بیانوو، او ستاسو د عظمت درناوی کوو، او ستا یاد کوو، دا ټول پر مونږ باندې ستا نعمتونه او منتونه دي؛ ته هغه ذات یې چې موږ ته دې هدایت وکړ، او موږ ته دې لارښوونه وکړه..
او موږ پوهیږو چې ته - اې زموږ ربه - د هغه څه څخه پورته یې چې ستاینه کوونکي ستا ستاینه کوي، او د هغه څه څخه پورته یې څوک چې ستا ستاینه کوي.
نو – اې الله - هغه څه چې تا ماته او د دې لیکنو لوستونکو ته ورکړي دي قبولې کړه او زموږ نیمګړتیاوې وبخښه.
الله ته زه خپله ستاینه او ثنا ډالۍ کوم ... او په زړه پورې خبرې چې هیڅکله پای ته نه رسیږي
1 - 2
اللهُ الإِلَــهُ -جل جلاله-
په هغه لوی او خوږ نوم پیل کوو چې بشریت پېژندلی دی، په نومونو کې غوره، او تر ټولو ښکلي توري، چې په ژبو ویل کیږي ... او روحونه په هغه سره آرامتیا مومي ... روح ته نږدې ... او زړه ته محبوب ...
هغه: د الله (تبارک و تعالی) نوم دی، (هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا) ایا ته د ده كوم همنام پېژنې! [مريم: ٦٥].
د الله – تبارک و تعالی – نوم په ټولو عالمیانو کې ځانګړی دی؛ دا یوازې د هغه نوم دی، له هغه پرته یې په بل چا یې اطلاق نه کیږي، او نه یې له مخلوقاتوو څخه څوک دعوا کوي، الله –سبحانه و تعالی- د جاهلانو زړونه او ژبې یې نیولي دي چې په دې نوم سره ونومول شي.
هغه الله دی – تبارک و تعالی - د جلال، ښکلا، عظمت، وقار او ځواک خاوند دی.
هر څومره چې ستا په عظمت کې موږ لیکل وکړو، مقدسې کلمې دی چې روحونه پرې پیاوړې کیږي.
نو ای ربه ته تر ټولو لوی یې... او له ټولو کلمو څخه ستاسو جلال لوی دی.
د الله -تبارك وتعالى- نوم که په لږ څه کې یاد شي زیاتوي یې، که د ویرې پر مهال واخستل شي له منځه یې وړي، تکلیف لرې کوي، غم او اندیښنه خلاصوي، تنګي او مصیبت له منځه وړي، که کمزوری ورسره تعلق وساتي پیاوړی کوي یې، ذلیل انسان څخه ته قدرمن کوي، غریب انسان شتمنوي، او مغلوب انسان بریا ته رسوي.
دا هغه نوم دی چې مصیبتونه پرې پای مومي، برکتونه نازلیږي، دعاګانې پرې قبلیږي، ښه عملونه پرې راجلبیږي، او بد عملونه شړي، تېروتنې ورسره بخښل کیږي.. د الله له جلال څخه لوی څه نشته!
او د الله –تبارک و تعالی- د نوم اصل: إله دی، او هغه د معبود په مانا دی، هغه –سبحانه و تعالی- فرمایي: (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا) اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يوازې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، ستاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز. [النساء:171].
ابن عباس -رضي الله عنهما- فرمایلي دي: "الله په خپل ټول مخلوق د الوهیت او بنده ګۍ حقدار دی".
او الله – سبحانه و تعالی - خورا محبوب ذات دی چې روحونه یې غواړي، او د هغه په یاد او نږدېوالي سره د آرامۍ احساس کوي، او هغه ته لیوالتیا لري، (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړي دي؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي. [البقرة:165].
او له هغه – سبحانه وتعالی - څخه په هر مصیبت او آفت کې مرسته غوښتل کیږي. (وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ. [النحل:53].
او هغه – سبحانه و تعالی – هغه ذات دی چی عقلونه ورته حیرانیږي، او عقلونه هغه نشي احاطه کولی، او پوهه یې نشي درک کولی، او شکونه د هغه عظمت ته نه رسي، او مخلوق د هغه د علم احاطه نشي کولای. (وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى [طه:110].
الله –تبارک و تعالی-: هغه ذات دی چې زړونه یې په مینې او تواضع سره معبود مني، په ویرې، حرص، امید، تعظیم او اطاعت سره.
هغه حقیقي معبود دی او له هغه پرته چې د څه عبادت کیږي هغه باطل دي، له عرش څخه یې نیولې د زمکې تر پای پورې.
او الله -عزوجل-: د الوهیت د ټولو صفتونو لرونکى دی، او هغه د: کمال، جلال، ښايست او عظمت صفتونه دي، پداسې حال کې چې د هغه - جل جلاله - څخه یې مخالف صفتونه نفي دي.
زړونه یې عبادت کوي، او روحونه یې غواړي..
لدې امله؛ کله چې بنده د (الله) د نوم په معنی پوه شو نو زړه یې له خپل رب سره وتړل شي؛ او په هغه کې مشغول شي؛ په مینه، لیوالتیا او خوند سره، چی له هغه څخه ښکلی او بهتر نشته، او دا تر ټولو لوی څيز دی چې عبادت کوونکي یې پرې عبادت کوي، او نږدې کیدونکي هغه ته نږدې کیږي. (يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ) (هغه له دوی سره مینه لري او دوی له هغه سره مینه لري) [المائدة: 54]، او د حالت پاکوالی د الله د نومونو او صفاتو د پوهې د پاکوالي پر بنیاد دی.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایلي: په دې دنیا کې یو جنت دی که څوک هغه ته داخل نشي هغه به د آخرت جنت ته داخل نشي.
او ځینو عارفانو ویلي دي: ځیني وختونه په زړه داسې حالات تیریږي چې وایم : که جنتیان په داسې حال کې وي، نو واقعا چې هغوی به ښه ژوند ولري!
ابن عینیه ویلي: "الله خپلو بندګانو ته تر دې ښه نعمت ندی ورکړی چې دا یې ورښودلې ده چې : لا اله الا الله) ووایي، هغه وفرمایل: او لا اله الا الله به د دوی لپاره په آخرت کې داسې حیثیت ولري لکه څرنګه چې دنیا کې دوی ته اوبو حیثیت درلوده"
او مؤمن پوهیږي چې دا حالت د بنده په توان او ځواک کې ندی، هغه یوازې (الله) دی چې هر کله خپل بنده سره مینه ولري د هغه په زړه کې د هغه مینه ځای پر ځای کوي، بیا کله چې بنده د هغه په توفیق سره ورسره مینه وکړي، نو الله به هغه ته د بلې مینې بدله ورکړي او دا هماغه: خالص احسان دی؛ ځکه چې سبب او مسبب د هغه لخوا څخه دي.
اســم اعظـم (ستر نوم):
قرطبي وایی چې ځينو علماوو ويلي دي: د (الله) نوم: تر ټولو لوى نوم دى، هغه چې که په هغه سره راوبلل شي نو قبلوي یې او که په هغه سره ترې وغوښتل وشي، نو ورکوي یی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېده چې وییل یې: اې الله! زه له تا سوال کوم پدې چې شاهدي ورکوم چې ته الله یې، له تا پرته بل معبود نشته، یو او بې نیازه ذات، چې نه زیږیدلی او نه څوک له هغه زیږیدلي، او هېڅوک د هغه برابر نشته؛ نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: " قسم په هغه ذات چې زما ژوند د هغه په لاس کې دی! هغه له الله څخه په خپل لوی نوم غوښتنه وکړه کوم چې که په دې نوم ورته بلنه ورکړ شي ځواب ورکوي، او که ترې وغواړي ورکوي یې". [حدیث صحیح دی. اصحاب السنن او أحمد په خپل مسند کې روایت کړی].
او دا یوازینې نوم دی چې په ټولو حدیثونو کې ذکر شوي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ویلي دي چې په دې کې د الله لوی نوم دی.
او پدې نوم سره عام ماثوره اذکار یو ځای ذکر شوي دي؛ نو تهليل(لا ِاله اِلا الله)، تکبير(الله أکبر) تحميد(الحمد لله) تسبيح(سبحان الله) حوقله(لا حول ولا قوة اِلا بالله) حسبله(حسبی الله و نعم الوکیل) استرجاع(اِنا لله و اِنا اِلیه راجعون) بسم الله او نور اذکار له دې نوم سره یو ځای ذکر شوي دي او له دې نه جلا کیږي.
دا د الله د ښکلي نومونو اصل دی؛ او هغه د دغو نومونو څخه هیڅ یو ته هم نه منسوبیږي، حال دا چی د نورو ټولو نیکو نومونو اضافت دې نوم ته کیږي، او داسې نه ویل کیږي چې: الله د رحمان له نومونو څخه دی، او یا د رحیم له نومونو څخه یو نوم دی، بلکې ویل کیږي: چې رحمان یا رحیم د الله له نومونو څخه دی، (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي نو په دغو (نومونو) سره یې راوبلئ. [الأعراف:180].
او ډیری وخت الله –جل جلاله- د (اللهم) په لفظ سره یادیږي، او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- به ډېر ځله خپل رب داسې باله او ویل به یې: اللهم!
حسن بصري -رحمه الله- فرمايي: «اللهم: د دعاګانو مجموع ده، کله چي سوالکونکی ووایي: اللهم إني أسألك! (اې الله زه له تا څخه دا غوښتنه کوم! دا په دې معنا ده لکه چې ووایی: زه له الله -جل جلاله- څخه غوښتنه کوم چې تر ټولو ښکلي نومونه او لوړ صفتونه لري، د هغه په نومونو او صفتونو سره».
د تبرک او تیمن له وجې په دغه نوم سره هر کار پیل کیږي.
همدارنګه د قرآن په لومړي آيت کې لومړی نوم دی: (بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) او یا (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) [الفاتحة: 1]، او دا همدارنګه وروستی نوم دی چې په سورت الناس (الناس: 3) کې یاد شوی دی.
دا په شهادت کې یوازینی نوم دی چې له کفر څخه اسلام ته انتقالول کوي: أشهد أن لا إله إلا الله، (زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته) او له دې نوم پرته شهادت د اعتبار وړ نه دی.
ددې نوم له عزت څخه دا دی: چې الله به هغه په آخر زمان کې له ځمکې څخه پورته کړي کله چې د مومنانو روحونه واخیستل شي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: "قیامت به پر هېچا نه قائمیږي ترڅو چې د: الله.. الله ویونکي شتون ولري" [امام مسلم روایت کړی].
دا د الله ښکلي نومونو کې تر ټولو ډیر په قران کریم کې ذکر شوی دی؛ چې له دوه زره دوه سوه څخه ډیر ځله ذکر شوی دی، ځينو علماوو د الله تعالی د دې قول سره ویلي: {قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَٰنَ} «ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ»: [سورت اسراء: ایت ۱۱۰] دغه دوه نومونه د دوی د شرف او عزت له وجې خاص شوي دي، او د الله د نوم په مخکې کولو سره د الرحمن نوم لپاره شرف دی.
په صحیح حدیث کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت شوي دي چې فرمایي: "ستاسو په نومونو کې الله –عزوجل- ته تر ټولو غوره نومونه: 'عبدالله او' عبدالرحمن دي" [مسلم روایت کړی].
له الله سره اوسه هغه به له تا سره اوسي!
او بنده که الله ته په خپله خوښه او اختیار رجوع ونکړي؛ هرومرو به هغه ته د اړتیا له مخې رجوع کوي.
په عاجزۍ سره ودرېږه او په لوړ آواز ووایه یا الله ... کریم ذات هغه چاته ځواب ورکوي چې راویې بلي
او همدارنګه کله چې غربت او یا تکلیف درباندې راشي ... نو الله راوبله او ووایه، یا الله
نو که اندیښنه او غم راشي، او سختۍ زیاتې شي، او حادثه لویه شي، او لارې تنګې شي، او چارې خلاصې شي؛ نو غږ کوونکی آواز وکړي: یا الله!
کله چې د ناروغ ناروغي سخته شي، او ډاکټر ناتوانی شي؛ نو آواز وکړي: یا الله! که کښتۍ د سمندر په تیارو کې ډوبیدو ته نږدې شي، او سیلۍ پرې لوبې وکړي؛ نو غږ کوونکی آواز وکړي: یا الله! کله چې ځمکه وچه شي، فصلونه مړه شي، ونې وچې شي؛ نو غږ کوونکی غږ وکړي چې : یا الله!
دا الله دی: په سختیو کې پناه ځای، په یوازیتوب کې آرام ګاه، او په لږوالي کې مرسته کوونکی.
خلک بې وسه دي چې زیان ورسوي ترڅو چې الله د هغه اجازه نه وي ورکړي، او یا ګټه ورسوي ترڅو چې الله اجازه نه وي کړي؛ نو خپل زړه په الله وتړه!
د الله له رسۍ پرته ټولې رسۍ پرې کیدونکي دي، او د الله له دروازې پرته ټولې دروازې بندېږي، (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي) [النمل:62] .
نسفي -رحمه الله- فرمايي: «واسطي ويلي دي: هغه څوک چې الله باندې ځان بې نیازه کړي هېڅکله به بل چاته محتاج نشي، او څوک چې د الله په واسطه عزتمن او غالب شي هغه به هېڅکله نه ذليل کيږي؛ او حسين وويل: د بنده افتقار الله ته چې په هره پیمانه وي، په هماغه پیمانه به په الله باندې غني او بې نیازه وي».
اې اندیښنه کونکیه! اندیښنه له منځه تلونکې ده ... د ښه زیري په تمه اوسه، ځکه چې خلاصوونکی الله دی ... نا امیدي کله ناکله خپل خاوند پرې کوي ... او مه نا امیده کیږه، ځکه چې الله کافي دی ... الله له سختۍ وروسته اسانتياوې پيدا کوي ... غم مه کوه، ځکه چې ویشونکی الله دی
او کله چې ګرفتار شوې، نو په الله توکل وکړه او په هغه راضي شه ... هغه څوک چې مصیبت لري کوي هغه الله دی ... قسم په الله چې ستا لپاره له الله پرته بل څوک نشته... نو الله تاته کافي دی، په هر څه کې ستا لپاره الله دی
لا إله إلا الله؛ (له الله پرته بل معبود نشته)؛ په ریښتیا چې موږ په حق سره ستا عبادت ندی کړی!
اې الله! موږ له تا څخه د جنت غوښتنه کوو او هر هغه څه چې جنت ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي، او له اور څخه پناه غواړو او هغه څه چې اور ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي.
3
رب – جل جلاله-
دروازه ټکول..
اې ربه! موږ له تا څخه ستا په عزت او زموږ په ذلت، ستا په ځواک او زموږ په کمزورۍ، او زموږ څخه ستا په بې احتیاجۍ او تاته زموږ په بې وزلۍ سوال کوو؛ زموږ درواغجن او خطاکار مخونه ستا پر وړاندې قرار لري، له موږ پرته ستا بندګان ډېر دي، مګر ستا پرته زموږ لپاره بل معبود نشته، ستا پرته بل هېڅ د پناه او خلاصون ځاى نشته مګر همدا ته یې.
موږ له تا څخه د مسکینانو په څیر غوښتنه کوو، او مونږ ستا د رحمت د لاسته راوړلو لپاره د ستړتیا تر کچې په ټوله عاجزۍ ستا په وړاندې خپله ذلت او عاجزي ښکاره کوو ، او د ویریدونکي ړوند په څیر دعا کوو.
د هغو کسانو په څیر غوښتنه کوو چې د هغوی سرونه ستا په وړاندې ټیټ دي او پوزې ستا په وړاندې په خاورو ککړي دي، او سترګې یې تا ته له اوښکو ډکې دي، د دوی زړونه تا ته ذلیل دي: چې ته مونږ او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړې، او موږ په خپل رحمت کې داخل کړه، اې تر ټولو زیات مهربان ذاته!
بنده له خپل رب پرته له بل چا مرسته وغواړي
او څوک دی د یو ځوان لپاره د سختیو او کړاوونو په وخت کې
او د دنیا او د هغې د خلکو مالک څوک دی
او هغه څوک دی چې لرې او نږدې مصیبت لرې کوي
او څوک دی چې د وخت ناکردۍ له منځه وړي کله چې را نازلې شي
او ایا دا یوازې ستا له کارونو څخه ندي، اې زما ربه
په دې کرښو کې موږ د الله د یو له خورا ښکلي نومونو څخه د خبرو کولو ویاړ لرو چې هغه: رب – تبارک و تعالی- دی:
هغه - جل و علا- فرماېلي: (رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ) [(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى] [الرحمن: 17]، الله -سبحانه و تعالی- فرمایي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) (سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى) [يس:58].
زمونږ رب، خالق، مالک، چار سمبالی، تصرف کوونکی، د څښتنانو څښتن او د بندګانو معبود، د سلطنتونو، پاچاهانو او ټولو بندګانو مالک، او هغه داسې ذات دی چې د هغه د مخلوقاتو د ګټو لپاره یې هر څه ترتیب کړي، او هغه پر دوی زورور او د هغوی– د انسانانو او پیریانو - د چارو سموونکی دی، د دنیا او آخرت پالونکی دی.
او د هغه ربوبیت د مخلوق لپاره په دوه ډوله دي:
عمومي ربوبیت: چې ټول مخلوقات پکې شامل دي؛ ښه او بد، مومن او کافر، حتی جمادات.
هغه دا دی: چې د هغوی پالنه وکړي په پیدایښت، روزۍ او اداره کولو، انعام او عطا ورکولو سره.
او ځانګړی ربوبیت، او هغه: د الله –تبارک و تعالی- پالنه د هغه د اولیاوو او خاصو بندګانو ده؛ هغه دا چې هغوی ته په ایمان راوړلو باندې لارښوونه کوي او پدې لاره کې هغوی ته توفیق ورکوي، او د دوی زړونه، ارواح او اخلاق سموي، او هغوی له تیارو څخه رڼا ته راوباسي.
او هغه: د هر خیر لپاره توفیق، او د هر شر څخه ساتنه ده.
ټوله ستاینه خاص ستا لپاره ده..
او زموږ رب – سبحانه وتعالی - خپل ځان په رب العالمین باندې توصیف کړی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى) [الفاتحة:2]
او خپل ځان یې د عرش د څښتن په توګه توصیف کړی ، الله -تبارک و تعالی- فرماېلي: (سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) ( پاكي ده د آسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي) [الزخرف:82]، (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ۩) (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى) [النمل:26].
او خپل ځان یې د اسمانونو او ځمکې د څښتن په توګه توصیف کړی؛ الله -تبارک و تعالی- فرمايي: (سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) ( پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي) [الزخرف:82].
نو پدې وجې سره ټولو مخلوقاتو د رب –سبحانه وتعالی- ستاینه وکړه :- (وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) [الزمر: 75]، نو هغه په دنیا او آخرت کې د ستاینې وړ دی: (دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ ۚ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى) [يونس:10].
د خزانو کلیانې ..
او کله چې پیغمبران او صالحان پوه شول چې دا نوم د دعا کلي ده؛ دوی په خپلو دعاګانو کې الله ته په همدې نوم عاجزي او دعاوې وکړې.
نوح -علیه السلام- په همدې نوم دعا وکړه: (رَّبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) [ اې زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور و پلار او هغه څوک (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه)] [نوح:28].
په همدې نوم باندې ابراهیم او اسماعیل -عليهما السلام- دعاوې وکړې-: (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (اې زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې) [البقرة:127].
په همدې نوم باندې مصطفی -عليه الصلاة والسلام- دعا کړې ده:- (وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ (97) (او ته ووایه: اې زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه) وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ (98)) (او زه په تا پورې پناه نیسم اې زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي) [المؤمنون:97-98].
اې ربه!
او هرکله چې به رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته ستونزه متوجه کیدله، او مصیبت ورته رسیده، هغه به ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او حلیم ذات دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمكې څښتن، او د عزتمند عرش څښتن دى". [د بخاري او مسلم روایت]
او که څوک په خپله خوښه د رب –جل و علا- په نومونو سره دعاوې نکوي؛ هغه ته به د مجبورۍ له مخې ورګرځي، هغه ناروغ چې په خپل بستر کې دی، او د ناروغۍ سره مبارزه کوي، هغه غږ کوي: اې ربه، ای ربه! نو همدا ده چې روغتیا د الله له جانبه راځي، او شفا د هغه– تبارک و تعالی - لخوا را نازلیږي.
او فقیر د هغه په نوم سره دعا کوي؛ هغه څوک چې د کجورې د دانې د پردې په اندازه څه شی نه لري، په بدبختۍ سره ساه اخلي، او له بې وزلۍ څخه غږ اوچتوی: اې ربه.. ای ربه! نو ناڅاپه رب د هغه اړتیا پوره کوي، او یوازې هغه – تبارک و تعالی - مصیبت ورڅخه لیرې کوي.
او وږی غږ کوي، او هغه د لوږې په خاطر ځان ګونج کړی وي، او هغه د ضرر له وجې ژاړي: اې ربه.. اې ربه! نو ناڅاپه رزق کې پټ شي او د الله - تعالی - ورکړې پرې راووریږي.
او مظلوم کس هغه ته پناه وړي، په داسې حال کې چې هغه خپلې ګرمې اوښکې پاکوي، او خپل ګرم فریاد پټوي: اې ربه، اې ربه! همدا ده چې ستره بریا او ښه نتیجه ترلاسه کړي.
حافظ ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "د الله د ربوبیت په تکرار سره ټینګار کول یو له لویو شیانو څخه دي چې د دعا ځواب پرې غوښتل کیږي".
اې ربه، خپل كوچنی بنده له تکلیف څخه خلاص کړه ... او د هر هغه څه څخه چې شکایت لري او ورته رسیدلی دی آرام یې کړه
او رب له یاده باسو!!
رب څومره عظیم الشان، بهتره بادشاهي، لوړ مقام لري، خپل مخلوق ته نږدې، او په خپلو بندګانو رحم او لطف کونکی دی.
د الله – تبارک و تعالی - ربوبیت؛ د عظمت او جلال ربوبیت دی، (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت، برکت، وده او ورکړه ده. (تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) (ډېر بركت والا دى الله چې رب د ټولو مخلوقاتو دى) [الأعراف سورت: ایت 54].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت : پرده اچول او بخښنه ده. (بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ) (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى دی) [سبإ سورت: ایت 15].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت؛ عزت، قوت، غلبه او ځواک دی. (رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ) (چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى) [ص سورت: ایت 66].
او د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت: رحمت دی. (رَّبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَٰنِ) (چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى) [النبأ سورت: ایت 37].
او د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت: سخاوت دی. (يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ) (اې (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې) [الانفطار سورت : ایت 6].
لا إله إلا الله الواحد الأحد (له الله پرته بل معبود نشته چې یو دی)، واقعاً چې موږ په حق سره ستا عبادت نه دی کړی، اې زموږ ربه!
څوک چې پوه شي چې الله –سبحانه و تعالی- رب الارباب دی، له هغه پرته بل څوک د خپل رب په توګه نه نیسي، او د هغه په ربوبیت به راضي وي، او څوک چې راضي شي د ایمان خوند به وڅکي، او د هغه – عليه الصلاة والسلام- څخه روایت دی چې فرمایلي دي: "څوک چې په الله رب، په اسلام دین او د محمد په پېغمبرۍ راضي شو، نو د ایمان خوند یې وڅاکه". [مسلم روایت کړی].
(وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ) (او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې) [المؤمنون سورت :ایت 118].
ابن رجب -رحمه الله- فرماېلي: "د الله د ربوبیت په تکرار سره پر هغه ټینګار کول یو له لویو شیانو څخه دی چې د دعا قبلیدل پرې غوښتل کیږي".
اې زموږ ربه! ستا د رحمت هیله لرو؛ د سترګو د رپ په اندازه مو هم خپل ځان ته مه پریږده، او خپل رحمت کې مو داخل کړه.
اې زمونږه ربه! بخښنه وکړه او رحم وکړه او ته تر ټولو ښه رحم کوونکی یې.
4 - 5
یوازې یو الله -جل جلاله-
په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ابراهیم -علیه السلام- به د قیامت په ورځ له خپل پلار آزر سره ملاقات وکړي او د آزر پر مخ به خاورې او دوړې پرتې وي، ابراهیم به ورته ووایي: آیا ما تا ته و نه ویل چی زما نافرماني مه کوه! پلار به یې ووایي: نن به زه ستا نافرماني ونکړم، ابراهیم به وایي: اې زما ربه! تا له ما سره وعده کړې وه چې د بیا ژوندي کیدو په ورځ به ما نه رسوا کوې. تر ټولو ذلت او شرم به کوم وي چې په خپل پلار ذلیل شم؟! الله –تعالی- به وفرمايي: ما پر كافرانو جنت حرام كړى دى، بيا به وويل شي: اې ابراهيمه! ستا د پښو لاندې څه دي؟ بیا به هغه وګوري چې یو لیوه په خټو یا په خپلو خرشنو کې لت پت پروت دی، بیا به هغه د خپلو پښو څخه ونیول شي او اور ته به واچول شي».
الذیخ: نر لیوه چې ډیر ویښتان ولري.
زمونږ مهربان رب – سبحانه و تعالی - د ابراهیم -علیه السلام- شفاعت د خپل پلار په حق کې نه مني؛ ځکه چې پلار یې مشرک مړ شوی، او الله جنت په هر مشرک کافر باندې حرام کړی، او دا چې الله له ابراهیم سره وعده کړې وه چې د قیامت په ورځ به هغه نه رسوا کوي، په هغه ورځ به د هغه پلار د لیوه په څېر مسخه کړي، او اور ته به واچول شي، نو هیڅ څوک به پوه نشی چې هغه د ابراهیم پلار و، نو د هغه په وجه به نه شرمیږي.
د خلیل الله شفاعت د مشرک په حق کې الله نه مني؛ نو د هغه چا شفاعت به څنګه ومنل شی چې له خلیل -علیه السلام- څخه یې مقام ټیټ وي؟!
الله -سبحانه وتعالى- فرمایي : (إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله). [النساء سورت: ایت 48].
نو لدې کبله؛ بنده باندې د ټولو نه لوی واجب دا دی چې: په عبادت کې د الله وحدانیت ته پام وکړي.
او الله –سبحانه و تعالی- د خپل ذات ستاينه کړې ده چی هغه -عزوجل- يو او واحد دی:- (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى). [الإخلاص سورت: ایت 1]، (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَٰهًا وَاحِدًا ۖ لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ) ( حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى) [التوبة سورت: ایت31].
موږ د دې دوو نومونو سره تم کیږو او د هغو له سیوري څخه ګټه پورته کوو؛ د دې لپاره چې الله -تعالی- موږ باندې خپل توحید ولوروي، او ښه ایمان چې د هغه د یووالي او وحدانیت څرګندوینه وکړي:
زموږ رب – عزوجل – چې د جلال او عظمت صفاتو باندې ځانګړی دی، د عظمت، لویۍ او ښایست له صفتونو سره یو او تنها دی، هغه په خپل ذات کې یو دی؛ د هغه په څیر هیڅ شی نشته.
هغه په خپل ذات کې یو دی؛ د هغه په څیر هیڅ شی نشته.
او یو دی په صفتونو کې؛ بې مثال دی.
او یو دی په خپلو کړنو کې؛ هغه هیڅ شریک او ملاتړی نلري.
او یو دی په خپل الوهیت کې؛ له هغه سره په مينه، تعظیم، خشوع او خضوع کې برابر څوک نشته.
هغه واحد ذات دی چې عظیم صفتونه لري؛ تر دې چې هغه ټول کمال یې ځانته خاص کړ، او ټولو مخلوقات و نشو کولای چې د هغه یو څه صفتونو باندې احاطه ولري، او یا د هغه د ستاینو یو څه درک ولري؛ او لرې خبره ده چې څوک د هغه په صفتونو کې ورته والی ولري.
فطرت ..
او وحدانیت: دا د پیغمبرانو د بلنې لنډیز او د دوی د پیغامونو بنسټ دی: (قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ) (ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې ما ته وحې كولى شي چې یقینًا هم دا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟) [الأنبياء سورت: ایت 108].
او وحدانیت: دا د الله –سبحانه و تعالی- هغه فطرت دی چې خلک یې په هغه پیدا کړي، او د هغه تړون چې هغه یې له خلکو څخه اخیستی، او د هغه د رسولانو بلنه چې په هغه باندې لیږل شوي، او د هغه لیکلو بیان چې هغه نازل کړی دی.
او د هغه لپاره د جنت او د دوزخ بازار جوړ شوی، د هغې لپاره صراط (پول) کیښودل شوی، او صحیفې الوتلې، او تله کیښودل شوې، او د ملت توره راوتلې، او د جهاد بیرغ پورته شوی، او د شهیدانو روحونه الوتلي، او د مرګ خوند خوږ شوی، او مرگونو ته د جنګیالیو روحونه ورډالۍ شوي دي. (قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ) ( ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى). [فصلت سورت: ایت 6].
او د و حدانیت په بیان او دین ته د اخلاص په واجبوالي سره الله –سبحانه و تعالی- فرمایلی:- (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ) ( حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكات دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى). [البيِّنة سورت: ایت 5].
او الله –سبحانه و تعالی- خپل وحدانیت ته په تسلیمۍ او عظمت باندې امر کړی دی: (فَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ) ( نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه). [الحج سورت: ایت 34].
ښکاره دلیل:
او په یقین سره چې د مشرکانو عقيده يې باطله کړه؛ الله –سبحانه و تعالی - فرمایي: (وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَٰهَيْنِ اثْنَيْنِ ۖ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ) [النحل:51]، (او الله وویل: تاسو دوه معبودان مه نیسئ، همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى، نو تاسو خاص له ما نه ووېرېږئ). (أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ) (ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى) [يوسف سورت: ایت 39].
هغه چا ته په ځواب کې وویل چې وایی: الله له دریو څخه دریم دی: (وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ) ( او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، ستاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى). [النساء سورت: ایت 171].
او له ځانه څخه یې ورته، مثل او مانند، شریک، او برابري په ټولو برخو کې نفي کړه؛ او هغه –تبارک و تعالی- یو دی چې هیڅ ورته والي او نظیر نلري. (هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا) (ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!) [مريم سورت: ایت 65].
او موږ یې منع کړي یو چې هغه د هغه له کوم مخلوق سره تشبیه کړو، مګر دا چې هغه مونږ ته د خپل ځان په اړه خبر راکړی؛ او هغه خپل ځان ښه پیژني.
او هر هغه څه چې د الله په اړه د خلکو په ذهنونو کې راځي؛ الله له هغه څخه توپیر لري، او هغه لره هیڅ شریک، مثل، او مشابه نشته، (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11]، د هغه په مخلوقاتو کې د هغه مشابه څوک نشته، ځکه هغه لره خورا ښکلي نومونه او لوړ صفتونه دي، او هغه لره کمال، ښکلا، عظمت، جلال او کبریاء دي.
مشرکانو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته وویل: مونږ ته د خپل رب وصف بیان کړه! آیا هغه د سروزو څخه دی؟ آیا د مسو څخه دی او که د زیړو څخه دی؟ او ځینو یې وویل: د خپل رب نسب بیان کړه، اې محمده!
یهودانو به ویل: مونږ د الله د زوی عزیر عبادت کوو، او نصرانیانو ویل: مونږ د الله د زوی مسیح عبادت کوو، او مجوسیانو به ویل: مونږ د لمر او سپوږمۍ عبادت کوو او مشرکانو به ویل: موږ د بتانو عبادت کوو..
الله -تعالی- د هغوی په ځواب کې وویل: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) (اې نبي!) ته [(دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى]. [الإخلاص سورت : ایت 1].
څه چې دوی وايي الله له هغه څخه لوړ دی!
دوی د الله - عزوجل – پر وړاندې جرات وکړ، او لوی جرم یې ترسره کړ، نژدې ده چې اسمانونه لدې نه وچوي، او ځمكه ټوټې ټوټې شي، او غرونه راولوېږي ذرې ذرې شي، په دې خبره چې دوى د الله لپاره اولاد وباله – الله د هغه څه څخه لوړ دي چې دوی یې وايي!
ټول د هغه د ملک او زور لاندې دي، او ټول به د قیامت په ورځ په جلا جلا توګه ورته راځي: (لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْئًا إِدًّا (89) (یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه) تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ الْأَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا (90) نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې. أَن دَعَوْا لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدًا (91) په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله. وَمَا يَنبَغِي لِلرَّحْمَٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا (92) او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي. إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَٰنِ عَبْدًا (93) نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي. لَّقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا (94) یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل. وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (95)) او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې). [مريم سورت: ایتونه 89-95].
او په صحیح البخاري کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ: كَذَّبَنِي ابْنُ آدَمَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يُكَذِّبَنِي! وَشَتَمَنِي ابْنُ آدَمَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَشْتُمَنِي! «الله وفرمایل: د آدم اولاد زما څخه انکار وکړ او د هغه لپاره دا مناسبه نده چې زما څخه انکار وکړي! او د آدم اولاد ما ته ښکنځل وکړل او هغه لره دا مناسبه نه ده چې ما ته ښکنځل وکړي!
فَأَمَّا تَكْذِيبُهُ إِيَّايَ؛ فَقَوْلُهُ: لَنْ يُعِيدَنِي كَمَا بَدَأَنِي، وَلَيْسَ أَوَّلُ الخَلْقِ بِأَهْوَنَ مَا يَكُوْنُ عَلَيَّ مِنْ إِعَادَتِهِ. زما په اړه د هغه انکار؛ د هغه دغه خبره ده چې وایي: هغه به ما بیرته نه راګرځوي لکه څنګه چې یې زه یې پیدا کړی وم، او زما لپاره د هغوی په اول ځل پیدا کول آسانه ندي د هغوی له بیا ځلې پیدا کولو څخه!
وَأَمَّا شَتْمُهُ إِيَّايَ؛ فَقَوْلُهُ: اتَّخَذَ اللهُ وَلَدًا، وَأَنَا اللهُ الأَحَدُ الصَّمَدُ؛ الَّذِي لَمْ أَلِدْ، وَلَمْ أُوْلَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لِي كُفُوًا أَحَدٌ». او د هغه ښکنځل کله چې ووایي: الله ځانته يو زوى نیولی، زه، یو الله، او بې نیازه یم، نه مې څوک زیږولي، او نه له چا څخه زیږول شوی یم، او هیڅوک زما برابر نشته».
نو الله – سبحانه وتعالی – واحد ذات دی؛ شریک نلري، او هغه لره په خپل ذات، صفاتو او عملونو کې برابر څوک نشته.
جهان د هغه پر وحدانیت ګواهي ورکوي:
د جهان هر خلاقیت، نظم، توافق او همغږي؛ دا په ډاګه کوي: چې ددې خالق او اداره کونکی یو دی، که د دې جهان تر شا له یو څخه ډیر اداره کوونکي او تنظیموونکي شتون درلوده؛ د جهان نظام به یې مختل او قوانین به يې ګډوډ شوي وو؛ (لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء:22] .
د ځمکې د نباتاتو په اړه فکر وکړه او وګوره ... د هغه څه نښې چې پاچا پیدا کړي ... د سپینو زرو څخه جوړې شوې چینې... چې د زمردو او یاقوتو په څیر ښکاري
سترګو په تور کې ګواکې د زمرودو شفافه ټوټه ده ... دا پدې دلالت کوي چې الله لره هیڅ شریک نشته
الله د شریکانو له شرک څخه غني (بې حاجته) دی..
یواځې الله –عزوجل- د عبادت وړ دی؛ بنده له الله پرته بل څه ته رجوع نکوي، او د الله پرته بل څه ته د عبادت هیڅ کومه برخه نه متوجه کوي: که هغه لمونځ وي، او یا دعا، او یا قرباني، او یا نذر، او یا توکل، او یا امید لرل، او یا ویره، او یا خشوع، او یا عاجزي وي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العالمین لپاره دي. لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ (163)) د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم). [الأنعام:162-163].
لویه مسله دا ده چې: عبادت یوازې الله ته وشي؛ (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات:56]، (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَٰهًا وَاحِدًا ۖ لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ) ( حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى) [التوبة:31].
توحید تر ټولو نازک، پاک او تر ټولو صفا شی دی، وړوکی څيز يې مخدوش، ناپاکه کوي او اغېز پرې کوي.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت دي چې فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ -تبارك وتعالى- : مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي؛ تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: څوک چې یو کار وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس د هغه شرک ته پریږدم». [د مسلم روایت].
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت دي چې فرمایلي یې دي: "کله چې الله – عزوجل- ، لومړنی او وروستنی مخلوق د هغې ورځې لپاره سره راټول کړي چې په کې هیڅ شک نشته؛ یو آواز کوونکی به آواز وکړي: څوک چې کوم کار وکړي او بل څوک یې له الله سره شریک کړی وي؛ نو هغه دې خپل اجر له الله –عزوجل- پرته له بل چا څخه وغواړي، ځکه الله د شریکانو له شرک څخه غني (بې حاجته) دی". [حسن حدیث، احمد په مسند کې روایت کړی دی]
پند او نصېحت ..
په صحیح سنت کې ډیری حدیثونه شته چې د توحید لوري ته هڅوي او فضیلت یې بیانوي، د هغې له جملې څخه:
د ابو هریره -رضي الله عنه- حدیث دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «څوک چې ووايي: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، په ورځ کې سل ځلې ووایې نو داسې ده لکه چې لس غلامان آزاد کړي، او سل نیکۍ ورته ولیکل شي، او سل ګناهونه ورڅخه پاک شي، او د هغه لپاره به د شیطان څخه د هغې ورځې تر ماښامه ساتنه وشي، او هیڅوک به د هغه څخه ښه شي را نه وړي کوم شي چې هغه راوړی، مګر هغه څوک چې له هغه څخه یې ډیر راوړی وي». [د بخاري او مسلم روایت].
او د ترمذي او ابو داود په حدیث کې له بریده څخه روایت دی: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له یو سړي څخه واورېدل چې ویل یې: اللهم إني أسألك بأنك أنت الله، لا إله إلا أنت الأحد الصمد، الذي لم يلد ولم يولد، ولم يكن له كفوًا أحد! اې الله زه له تا څخه سوال کوم چې په رښتیا سره ته الله یې، له تا پرته بل هیڅ معبود نشته، یو او بې نیازه یې، هغه ذات چې نه چا زیږولی او نه زیږیول شوی دی، او د هغه هیڅوک سیال او برابر نشته!
او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَقَدْ سَأَلْتَ اللهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ؛ الَّذِي إِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى، وَإِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ». «تا د الله څخه د هغه په لوی نوم غوښتنه وکړه؛ که هغه باندې ترې وغوښتل شي هغه ته یې ورکوي، او که هغه باندې بلنه ورکړل شي قبلوي یې». [صحیح حدیث دی].
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مسجد ته ننوت او وايوریده چې یو سړي دعا کوي او وایي: اې الله! زه له تا څخه سوال کوم چې په رښتیا سره ته الله یې، له تا پرته بل هیڅ معبود نشته، یو او بې نیازه یې، هغه ذات چې نه چا زیږولی دی او نه زیږیول شوی دی زما ګناهونه معاف کړه؛ بیشک چې ته بښونکی او مهربان یې.
هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «قَدْ غُفِرَ لَهُ، قَدْ غُفِرَ لَهُ، قَدْ غُفِرَ لَهُ». "هغه ته بخښنه وشوه، هغه ته بخښنه وشوه، هغه ته بخښنه وشوه" درې ځله. [صحیح حدیث دی، احمد په مسند کې روایت کړی دی].
حافظ ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "د توحید کلمې عملي کول د غلامانو د آزادیدو لامل ګرځي، او د غلامانو آزادیدل د اور څخه د خلاصون لامل ګرځي".
او هغه –رحمه الله- وویل: د بخښنې له اسبابو څخه: (توحید دی)، او دا تر ټولو لوی سبب دی، څوک چې دا له لاسه ورکړي بخښنه له لاسه ورکوي، او څوک چې دا له ځانه سره راوړي هغه د بخښنې ترټولو لویه وسیله راوړې ده.
امام ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: توحید: اسلام ته د ننوتلو لومړی شی او له دنیا څخه د وتلو آخرنی شی دی؛ څرنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ كَانَ آخِرُ كَلَامِهِ : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، دَخَلَ الجَنَّةَ»، «د هر چا چې وروستۍ خبره: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، یعنې نشته بل معبود مګر الله تعالی دی وي، هغه به جنت ته ننوځي». دا لومړی واجب او آخرنی واجب دی، نو توحید: د موضوع پیل او پای دی.
او هغه –رحمه الله- وویل: "د دنیا سختۍ د توحېد په څير په بل شي له منځه نه وړل کېږي".
او هغه –رحمه الله - وویل: "جنت ته به مشرک نفس نه ننوځي، بلکې اهل توحید به جنت ته ننوځي؛ ځکه چې توحید د جنت د دروازې کلي ده".
ابن الجوزي -رحمه الله- فرماېلي: «سفیان الثوري به ابراهیم بن ادهم ته راته او ویل به یې: ای ابراهیمه! له الله څخه وغواړه چې مونږ توحید سره وفات کړي».
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ولید چې یو سړی په دوو ګوتو سره دعاء کوي؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ته وفرمایل: «أَحَدٌ أَحَدٌ» ! یو دی یو دی. [صحیح حدیث دی، ابو داود روایت کړی] او په دې کې اشاره ده چې : که غواړئ په دعا کې اشاره وکړئ، یوازې په یوې ګوتې اشاره وکړئ.
اې الله، اې واحد .. اې بې نیاز ذاته! موږ له تانه سوال کوو، تر څو مونږ د هغو کسانو له جملې څخه جوړ کړې چې تا ته بلنه درکوي او ته ځواب ورکوې، او چې تا ته عاجزي وكړي ته ورباندې رحم وكړې، او څوک چې تا ته پناه راوړي ته ورته له اور څخه پناه ورکوي، او په دنيا کې زموږ آخرني خبره دا وګرځوه چې لا إله إلا الله، یعني له الله پرته بل معبود نشته، بیشک چې ته تر ټولو زيات رحم کوونکی يې.
6
الصَّــمــَـدُ (بې نیازه) -جل جلاله-
که ستونزې سره مخ شوې؛ نو صمد ذات ته وګرځه، او که عزت مو له منځه لاړ شي او خواري درته راشي، د صمد ذات دروازه وټکوه، که په بدن کې مو کمزوري راښکاره شي؛ له هغه صمد ذات څخه ځواک ترلاسه کړه.
هغه واحد او بې مثاله ذات دی ... چې د خپلو نومونو او صفتونو په معنی کې بې مثاله دی
داسې بې نیازه ذات چې مخلوقات پرې ودریږي ... او یوازی ضمیرونه آراموي
د الله نوم: (الصمد) لږ ذکر شوی دی؛ مګر دغه نوم د خاص مقام صاحب دی.
الله – جل وعلا- فرمايي: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1) (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى. اللَّهُ الصَّمَدُ (2) هم دا الله بې نیازه (بې حاجته) دى. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3) نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)) او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته). [سورة الإخلاص].
زموږ رب – سبحانه و تعالی- کوم چې ټول مخلوقات هغه ته رجوع کوي: انسانان او پیریان، بلکه ټول جهان، کوم چې پورته دي او ښکته دي، په خوښیو کې هغه ته رجوع کوي، او په آفتونو کې د هغه څخه مرسته غواړي.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- بادار دی چې باداري ور باندې ختمه ده، شریف دی چې شرافت ور باندې ختم دی، او عظیم دی چې عظمت ور باندې ختم دی، حلیم او مهربان دی چې مهرباني ورباندې ختمه ده، هغه غالب دی چې په خپل عظمت کې بشپړ شوی دی، او شتمن دی چې شتمني ور باندې ختمه ده، دغه صفتونه نه ښایي مګر د الله -سبحانه و تعالی- لپاره.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات دى چې هيڅ خلا نلري؛ هغه نه خوري او نه څښي، هغه طعام ورکوي او هغه ته څوک طعام نه ورکوي، هغه له هر چا څخه بې نیازه دی؛ هغه څوک دی چې له هغه پرته ټول هغه ته اړتیا لري – تبارک و تعالی-، د هغه په څیر هیڅ شی نشته، او هغه اوریدونکی، لیدونکی دی.
کافي ځواب..
بیهقي ذکر کړی او حافظ د ابن عباس -رضي الله عنهما- له حدیث څخه حسن ګڼلی دی چې وایي: یهودیان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل: اې محمده! ! موږ ته دخپل رب نسب بیان کړه چې ته یې رالېږلې؟! نو الله -جل جلاله- خپل دا قول نازل کړ: (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1) (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى. اللَّهُ الصَّمَدُ (2) هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3) نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)) او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته). [سورة الإخلاص].
یو لنډ سورت چې د عظمت، جلال او د کمال صفتونه یې راټول کړي دي.
د هغې د عظمت له امله، هر څوک چې هغه تلاوت کړي پدې معنا ده لکه چې د قرآن دریمه برخه یې تلاوت کړي وي، په "صحیحینو" کې راغلي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمايل: «أَيَعْجَزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَقْرَأَ فِي لَيْلَةٍ ثُلُثَ القُرْآنِ؟»، قالوا: وكيف يقرأ ثلث القرآن؟ قال: «(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) [الإخلاص:1] تَعْدِلُ ثُلُثَ القُرْآنِ» "آیا ستاسو څخه یو څوک نشي کولی چې په یوه شپه کې د قرآن دریمه برخه تلاوت کړي؟" دوی وویل: هغه څنګه کولی شي د قرآن دریمه برخه تلاوت کړي ؟ هغه وویل: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ، د قرآن دریمه برخه ده". [د مسلم لفظ].
ځينو علماوو ويلي دي: «قرآن درې برخو باندې نازل شوی: یوه دریمه برخه یې: احکام، بله دریمه برخه یې: وعده او ګواښ، او بله دریمه برخه یې: اسما او صفات دي، او سورت الصمد له دریو څخه یو راټول کړي دي، او هغه: اسما او صفات دي؛ نو لدې کبله ددې سورت تلاوت کول يې د قرآن د درېيمې برخې د تلاوت ثواب لري».
او په صحیح البخاري کې راغلي دي: چې یو صحابي خپلو ملګرو ته په خپلو ټولو لمونځونو کې د (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) [اخلاص: 1] تلاوت کاوه، نو دوی دا خبره رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته یاده کړه! ويې ويل: «سَلُوهُ لِأَيِّ شَيْءٍ يَصْنَعُ ذَلِكَ؟»؛ فسألوه، فقال: لأنها صفة الرحمن؛ فأنا أحب أن أقرأ بها، فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- : «أَخْبِرُوهُ أَنَّ اللهَ -عز وجل- يُحِبُّهُ». له هغه څخه وپوښتئ چې دا کار د څه لپاره کوي؟ هغوی ترې پوښتنه وکړه، نو هغه وویل: ځکه دا د رحمن صفت دی؛زه یې لوستل خوښوم، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هغه ته ووایئ چې الله -تعالی- هغه سره مینه لري.
د زړه سپارل..
د صالحانو په روح کې دې مينې عاشقان د خپل رب د مينې په لټه کې کړل ..
د بندګانو په زړونو کې دا مینه نه پوره کیږي پرته له دې چې هغه ته د تعظیم سر ټیټ کړي، او د هغه له کور نه طواف وکړي، او د هغه مخامخ ودریږي، او د هغه لپاره له خوبه پاڅېږي، او د هغه په لاره کې نفس او وینه قرباني کړي.
او د مینه والو زړونه د هغه له ذکر پرته نه آرامیږي، او د مشتاقانو روحونه د هغه له لیدو پرته سکون نه مومي.
که ناروغه شو، نو ستاسو په یاد باندې درملنه کوو ... او کله کله له یاد څخه غافل کیږو او بیا بیرته راګرځو
هغوی په سوکالۍ کې الله ته پایدار پاتې شول؛ نو الله د تکلیف په وخت کې وپېژندل، او د پایدارۍ په اندازه به لوړتيا او راحتي وي.
دا د الله پیغمبر ابراهیم -علیه السلام- دی چې ډیر مصیبتونه ورباندې تیریږي؛ نو الله –سبحانه و تعالی- په هغې سره د هغه مقام لوړوي؛ تر دې چې د الله له طرفه د دوست او خلیل درجې مستحق شو، الله - عزوجل - وفرمایل: (وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا) (او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى) [النساء: 125].
او دا ایوب -علیه السلام- دی چې د مصیبت ځپلو امام، د آزموینې او د مرضونو د خاوندانو مشر؛ کله چې هغه خپل رب – سبحانه تعالی- ته پایدار پاتې شو د هغه په وینا سره چې فرمایی: (أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې) [الأنبياء:83]؛ د صمد –تبارک و تعالی- ځواب دا و چې :- (فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و). [الأنبياء:84].
او دا یونس -علیه السلام- د کب په خیټه کې او په دریو تیارو کې دی، هغه خپل رب –سبحانه و تعالی- ته اصرار کوي په دې وینا: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ (87) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم) فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو) [الأنبياء: 87-88].
دا د ټولو انبیاؤ -علیهم السلام- او نیکو خلکو حال دی.. دوی په آسانۍ کې الله پېژندلی و، نو الله هغوی په سختۍ کې وپیژندل.
ایا دوی بلنه ومنله؟!
بیا ستا بې نیاز رب – جل وعلا- خپله دروازه خلاصه کړه، نه یوازې د اولیاوو لپاره، بلکې د ټولو مخلوقاتو لپاره.
دا د هغه د مهربانۍ، رحم او سخاوت څخه دی؛ نو دا مشركان چې كله د دوى لپاره دنيا تنګه شي او حقیقي مرګ وګوري، بیا نو الله –سبحانه وتعالی- ته رجوع کوي؛ او اواز ورته کوي چې : اې الله! اې الله! همدا ده چې هغوی ژغورل کیږي؛ (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: ایت 65].
دوی دې باندې اقرار کوي؛ او ټوله نړۍ که الله تعالی ته په خپله اراده رجوع و نکړي، د مجبورۍ او اړتیا له مخې به هغه ته رجوع کوي.
ډاډه اوسه!
الله –سبحانه و تعالی- د مجبورۍ او سخت په وخت کې د کافرانو ځواب ورکوي، نو د هغه چا په اړه به څنګه وي چې د الله په وحدانیت او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم – په رسالت ګواهي ورکوي؟!
نوكله چې درته څه حاجت پېښ شو، هغه ته رجوع وکړه، او خپل حاجت د هغه په دروازه كې كېږده او ووایه: اې صمد ذاته له هغه څه چې ما باندې راغلي دي ما خلاص کړه!
د خپل غم، ناروغۍ یا پور څخه مه ستړی کیږه؛ ستا رب صمد دی، چې که ورته رجوع وکړې، نه به مایوسه کېږې او نه به دې خفه کوي، او په یاد ولره، چې تر ټولو غوره عبادت: د خلاصون انتظار کول دي، او د حال تلوالی ناشونی دی، او زمانه بدلېږي، او په شپو کې ډیر رازونه او خبرې دي، او غیب پټ دي، او د سختۍ سره اسانتیا راځي.
په سنن ابو داود کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- جومات ته ننوت او د یوه سړي دعا یې واورېده چې ویل یې: اې الله زه له تا څخه غوښتنه کوم ای الله! چې ته یو او بې نیازه یې، چې نه زیږیدلی یې او نه یې څوک زیږولی، او د هغه سیال او برابر هیڅ څوک نشته: ته زما ګناهونه معاف کړه؛ واقعا چې ته بخښونکی او مهربان یې.
او هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «قَدْ غُفِرَ لَهُ.. قَدْ غُفِرَ لَهُ». "هغه ته بخښنه وشوه.. هغه ته بخښنه وشوه " – درې ځلې- [صحیح حدیث دی]
او په یو روایت کې راغلي: "تا د الله څخه په هغه نوم غوښتنه وکړه چې که په هغه باندې ور څخه وغوښتل شي ورکوي یې، او کله چې هغه پرې راوبلل شي نو هغه ځواب ورکوي". [صحیح حدیث دی، ابوداود روایت کړی].
په ما رحم وکړه اې د بندګانو ربه، ته زما هیله یې
زما هدف ستا رضامندي ده، نو زما دعا قبوله کړه
ستا په نوم مې په عاجزۍ سره اواز وکړ، اې زما ربه
که ته ځواب را نه کړي، زما د ژړا ځواب به څوک راکوي؟
ته کریم ذات یې، نو ما مه پریږده چې سرګردان شم
زه د لرې والي څخه ډیر ستړی شوی یم
او ما ستا څخه په امید سره بخښنه وغوښته، اې زما ربه
او په عاجزۍ سره، نو زما امید مه رد کوه
اې الله، اې واحد ذاته.. اې بی نیاز ذاته.. موږ له تا څخه د جنت غوښتنه کوو او هغه څه چې هغه ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي، او موږ له تا څخه د اور نه پناه غواړو او هغه څه چې هغه ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي.
7 – 8
الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (ډيرمهربانه او ډير رحم کونکی) -جل جلاله-
الله -سبحانه وتعالى فرماېلي- : (قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَٰنَ ۖ أَيًّا مَّا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ) (ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغه لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه) [الإسراء:110].
زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته به چې کله تکلیف ورسیده نو ویل به یې: "اې تل پاتې، اې قایم ذاته! ستا په رحمت سره د مرستې غوښتنه کوم" [حسن حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی] څنګه به د رحمان څخه مرسته نه غوښتل کیږي؛ حال دا چې هغه په سختۍ کې د پنا ورکولو والا ذات دی، په یوازیتوب کې ملګری، او په کم شمیر کې مرستندوی دی؟
هغه د فرمانبردارانو آرامتیا، د تښتیدونکو پناه ځای، د ډاریدونکو لپاره امن ځای دی؛ هغه تر ټولو زیات رحم کوونکی دی.
یوازې د هغه لور ته د رکابونو رسۍ تړل کیږي ... او له هغه څخه پرته هیله مند به نا امیده دی
وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ) (او ستاسو حق معبود یو معبود دی، هېڅ لاېق د عبادت نشته مګر یوازې هغه دی چې ډیر زیات مهربان، بې حده رحم کوونکی دی) [البقرة سورت : ایت 163].
رحمت: د ربوبیت نخښه، او د الوهیت پته ده؛ له همدې امله الله – جل و علا - خپل ځان په: الرحمن (ډیر مهربان) الرحیم (ډیر رحم کوونکی) سره یاد کړی دی.
مونږ په دې دوو سترو او نفسونو ته په محبوبو نومونو سره د الله د کتاب په تلاوت پیل کوو: (ِبسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) (د الله په نوم پیل کوم چې ډیر مهربان او ډیر رحم کوونکی دی).
دا دوه عالي نومونه د مبالغې له مخې د (رحمت) څخه اخیستل شوي دي.
او رحمت په لغت کې: نرمي، شفقت، عطف او مهربانۍ ته وایی.
زموږ رب – سبحانه و تعالی - د ټولو مخلوقاتو لپاره ټول شموله رحم کوونکی دی. (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 156]، (إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى) [الحج سورت : ایت 65].
هغه مومنان له دې څخه په لویه برخه او خورا بشپړې برخې سره ځانګړي کړي دي. (وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا) (هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى) [الأحزاب سورت: ایت 43].
زمونږ رب "الرحمن" – تبارک و تعالی دی – یعنې: رحمت د هغه صفت دی، او "الرحیم" یعنې: په خپلو بندګانو رحم کوونکی دی.
هغه پر مونږ تر هر رحم کوونکي ډېر رحم کوونکی دی، پر مونږ تر پلرونو، ميندو او اولادونو ډېر مهربان دی، او حتا له خپل ځانونو څخه هم.
بخاري په خپل کتاب "الادب المفرد" کې ذکر کړي دي: یو سړی چې خپلې سینې ته یې یو ماشوم ټینګ نیولی و، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی، رسول الله –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَتَرْحَمُهُ؟»، آیا ته په هغه رحم کوې؟ هغه وویل: هو، هغه وویل: «فَاللهُ أَرْحَمُ بِكَ مِنْكَ بِهِ، وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ» "الله پر تاسو باندې تر تا ډیر رحم کوونکی دی، او هغه د رحم کوونکو څخه ډیر رحم کوونکی دی". [صحیح حدیث دی]
د الرحمن – سبحانه و تعالی - نوم د هغه لپاره ځانګړی دی، او دا جواز نلري چې د الله – سبحانه و تعالی- پرته بل څوک پرې یاد کړی شي، او بل څوک پدې نوم باندې نشي یادېدلای؛ (قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَٰنَ ۖ أَيًّا مَّا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ) (ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه) [الإسراء سورت : ایت 110]، نو له هغه سره یې د جلالت نوم داسې برابر کړ چې بل څوک پکې شریکېدلای نه شي؛ حتی ځینو یې ویل: دا اسم اعظم دی.
او د الرحیم نوم؛ نو په دې سره د مخلوق نومول روا دي، لکه څنګه چې هغه –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنس نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ پر ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى) [التوبة سورت: ایت 128]، ویل کیږي چې: مهربان سړی، خو داسې نه وییل کیږي چې رحم کوونکی سړی.
او د الله رحمت په دوه ډوله دی:
عمومي رحمت: دا د ټولو مخلوقاتو لپاره دی؛ ټول مخلوقات د الله د رحمت څخه برخمند شوي دي، د دوی په پیدایښت، پالنه، روزۍ ورکولو او نورو بې شمېره نعمتونو سره.
(إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) یقینًا الله پر خلقو خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى [البقرة سورت: ایت 143]، (إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا) (بېشكه هغه پر تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى) [الإسراء سورت: ایت 66].
او خاص رحمت: چې هغه د دنیا او آخرت سعادت دی، او یوازې هغه د مومنو بندګانو لپاره دی؛ (وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا) (او هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى) [الأحزاب سورت: ایت 43]، (يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ) (دوى ته د خپل رب له خپل جانب نه د رحمت او رضامندۍ او د داسې جنتونو زېرى وركوي چې) [التوبة سورت: ایت 21].
هغه الرحمن (رحم کونکی) دی..
هغه د ذکر ډیر مستحق دی، د معبودیت ډیر حقدار دی، او د هغه د مهربانۍ او رحمت په خاطر د شکر ډیر مستحق دی.
هرچیرې چې مخ واړوئ، په دې کائناتو کې به د الله رحمت ووینئ، چې تر ټولو لوی یې په دې کائنات کې: نازله شوې وحې ده؛ (وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ) (او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره) [النحل سورت: ایت 89].
هرکله چې ځمکه وچه شي، فصلونه مړه شي، ونې وچې شي، او مصیبت سخت شي؛ رحمتونه به نازل شي؛ (وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُ ۚ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ) ( او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى) [الشورى سورت: ایت 28].
کله چې عذاب راشي، او نارینه وژاړي، او ښځې چیغې ووهي، او ماشومان وویریږي، پر مخلصو بندګانو به رحمتونه نازل شي؛ (وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا) (او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (،نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ). [هود سورت: ایت 58]، (وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا) (او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (،نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه) [هود سورت: ایت 94].
هیڅوک به خپلو ته ونه رسیږي مګر د رحم کوونکي ذات له لوري، د هیڅ اړتیا شتون نشته مګر د رحم کونکی په میدان کې، هیڅ شی نه کارول کیږي مګر د رحم کونکي په واسطه؛ ځکه هغه یوازې ډیر مهربان دی چې د هغه –سبحانه و تعالی- له لارې پرته په جهان کې بل هیڅ ځواک او قوت شتون نلري.
په خپل رحمت سره يې موږ ته خپل پېغمبران راولېږل.
او په خپل رحمت سره یې مونږ ته خپل کتابونه نازل کړل.
او په خپل رحمت سره یې مونږ ته لارښوونه وکړه او له ګمراهۍ څخه یې وژغورلو.
او په خپل رحمت سره یې مونږ ته له ړوندتوب څخه لارښوونه وکړه.
او په خپل رحمت سره یې مونږ ته هغه څه رازده کړل چې مونږ پرې نه پوهیدو.
او په خپل رحمت سره یې لمر او سپوږمۍ مسخرې کړې، شپه او ورځ یې پیدا کړه او ځمکه یې وغوړوله.
او په خپل رحمت سره یې جنت پیدا کړ، او په اوسیدونکو یې آباد کړ، او د هغوی ژوند ښاېسته شوه.
د هغه له رحمتونو څخه دا هم دي چې سل رحمتونه یې پیدا کړل چې هر یو یې د ځمکې او اسمان تر منځ یوه طبقه ده؛ نو له هغې څخه یې یو ځمکې ته نازل کړ، د مخلوقاتو په منځ کې یې خپور کړ، تر څو یو پر بل باندې رحم وکړي، په هغې سره مور له خپل ماشوم سره خواخوږي کوي، او په همدې رحمت سره د نړۍ بنسټ او نظم ولاړ دی.
زيری!
او د هغه د پراخ رحمت په اړه واوره: (قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه الله تعالی ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [الزمر سورت: ایت 53]، او په مستند ډول روایت شوی دی چې هغه - صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: «لَوْ يَعْلَمُ المُؤْمِنُ مَا عِنْدَ اللهِ مِنَ العُقُوْبَةِ؛ مَا طَمِعَ بِجَنَّتِهِ أَحَدٌ، وَلَوْ يَعْلَمُ الكَافِرُ مَا عِنْدَ اللهِ مِنَ الرَّحْمَةِ؛ مَا قَنَطَ مِنْ جَنَّتِهِ أَحَدٌ» "که مؤمن پوه شي چې د الله سره څومره عذاب دی، هیڅوک به د جنت هیله ونه کړي، او که کافر پوه شي چې الله څومره مهربان دی؛ نو هیڅوک به د هغه له جنت حخه نا امیده نشي" [مسلم روايت کړی]
دغه رحمتونه: د وقار، قوت، تسلط او ځواک رحمت دی، نه د کمزورۍ رحمت؛ (وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) (او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى) [الشعراء سورت: ایت 9].
او زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل رب نشته ... چې کریم، مهربان دی، هیله ورتل لرل کیږي او تمه ورڅخه ساتل کیږي.
د رحمت کلیانې:
هغه زمونږ او زمونږ له عبادت څخه بې نیازه دی، موږ به د هغه د رحمت پرته جنت ته داخل نه شو؛ حتی زموږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم -، په صحیحینو کې له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَنْ يُدْخِلَ أَحَدًا عَمَلُهُ الجَنَّةَ»، قالوا: ولا أنت يا رسول الله؟ قال: «لَا، وَلَا أَنَا؛ إِلَّا أَنْ يَتَغَمَّدَنِي اللهُ بِفَضْلٍ وَرَحْمَةٍ». «هیڅوک به په خپل عمل سره جنت ته داخل نشي، وويل شو: حتا ته هم يا رسول الله؟ هغه وفرمایل: نه، زه هم نه؛ پرته لدې چې الله راباندې فضل او رحم وکړي».
که څوک په دې خبره پوه شي؛ هغه باید د امید عبادت وکړي، او د الله –سبحانه و تعالی- د رحمت سره تعلق وساتي، او د هغې لپاره هڅه وکړي، او دا په تقوا، ایمان او د اطاعت په عملي کولو سره کیږي.
نو پدې سره رحمتونه تحقق مومي؛ (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري) [الأعراف سورت: ایت 156].
رحمتونه د الله جل جلاله - او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په اطاعت سره ترلاسه کیږي؛ ځکه الله فرماېلي: (وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (او د الله او د رسول اطاعت وکړئ، لپاره د دې چې پر تاسو رحم وكړى شي) [آل عمران سورت: ایت 132].
په احسان او نیکیو سره ترلاسه کیږي؛ ځکه الله -تعالی- فرماېلي: (إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى) [الأعراف سورت: ایت 56].
او په استغفار سره ترلاسه کیږي؛ ځکه الله فرمايي: (لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي) [النمل سورت: ایت 46].
او د الله –عزوجل- په ذکر او ډیرو دعاګانو سره ترلاسه کیږي.
په "سنن ابي داود" کې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: د مصیبت ځپلي دعا: «اللَّهُمَّ رَحْمَتَكَ أَرْجُوْ، فَلَا تَكِلنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ، وَأَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، لَا إِلَه إِلَّا أَنْتَ»، یعنی ای الله زه ستا د رحمت امید لرم، نو ما د سترګو د رپ په اندازه خپل ځان ته مه سپاره، او زما کارونه سم کړه، ستا پرته بل معبود نشته" [حسن حدیث دی].
د الله رحمت یوازې مهربانو بندګانو ته رسېږي، ځکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «وَإِنَّمَا يَرْحَمُ اللهُ مِنْ عِبَادِهِ الرُّحَمَاءَ» "او الله یوازې په خپلو مهربانو بندګانو رحم کوي". [بخاري او مسلم روایت کړی] او هغه فاحشه ښځه چې په خپل رحمت سره یې تږي سپي ته په خپلو څپلیو کې اوبه ورکړې، جنت ته داخله شوه.
شیطان دې تا نه مایوسه کوي!
داسې خلک شته چې په مصیبتونو، بحرانونو او غمونو اخته شي؛ خپل ایمان پرېږدي، او دا یې یاد نه کړل چې الله په هغه باندې د هغه څخه ډیر مهربان دی! د رحمان دروازه نه ټکوي، او د هغه د رحمت تمه نکوي، نو هغه د شیطان په فتنې کې راښکیل کیږي، او کیدای شي هغه د خپل ځان تباهۍ ته ورسوي، او الله - عزوجل - فرمایی: (وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا) (او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى) [النساء سورت: ایت 29].
او خبردار اوسه چې دا فکر و نکړې چې ستا ګناه که هر څومره لویه وي، د الله له رحمت څخه لویه ده! او شیطان له دې پرته له تا څخه بل څه نه غواړي، هغه غواړي: ستا په سترګو کې ګناهونه لوي کړي او د الله رحمت کوچنی کړي.
او د الله رحمت ستا له ګناه او ټولو ګناهونو څخه لوی دی؛ هغه سړی چې نهه نوي کسان یې وژلي وو او سل یې پرې پوره کړل؛ الله د هغه ریښتیني توبې باندې پوهیده، نو الله –عزوجل- د هغه تصدیق وکړ.
او اې الله زه پر تا باور لرم.
او زه ستا ددروازې پرته بله لاره نه لرم
الله -عزوجل- فرمایي: (يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَٰنِ وَفْدًا) [(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه] [مريم سورت: ایت 85] ، څومره عالي ژمنه، څومره عالي پلاوی، او څومره ښکلی احساس دی! الله دې ما او تاسو له دې پلاوي څخه وګرځوي.
اې الله! که موږ ستا د رحمت د تر لاسه کولو وړ نه یو؛ ستا رحمت موږ ته د رسیدو توان لري، او ستا رحمت په هر څه کې شامل دی؛ خپل رحمت مو په دنیا او آخرت کې پر موږ شامل کړه؛ اې د ډېر رحم څښتنه!
9
الحَــيُّ (تل ژوندی پاته کیدونکی) -جل جلاله-
کله چې د غمونو ورېځې یرغل وکړي، او د اندېښنو زولنې سره یوځای شي؛ او ته د وتلو لاره نه مومې، او زړه دې را تنګ شي؛ لکه څنګه چې ستا روح ستا له ستوني څخه وتلي وي، او نږدې ده چې حالات دې زندۍ کړي؛ او په سختۍ سره ساه اخلې، او نړۍ راتنګه شي، ستا شاوخوا خلک ستا څخه لرې کیږي، او ته یوازې پاتې کیږې؛ نه آرامي بخښونکی شته او نه آسانتیا راوستونکی، نو مرګ یقیني شو..
دلته؛ څښتن ستا لپاره د خلاصون ځواک او د امید وږمه پرانیزي، تا کې ډاډ را منځته کوي، تا ته د مرستې لاس در اوږدوي، او تا د مرګ له لیدو وروسته ژوندی کوي؛ نو ته به په سجده پریوځې او ژړا به کوې او ژبه به دې دا تکراروي چې: اې ژوندی ذاته.. اې قیوم ذاته! ټول ثنا او ستاینه تا لره ده.
دا یوازې هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو په ژوندي ذات؛ چې نه مري باور وکړئ؛ (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى) [الفرقان سورت : ایت 58].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل ځان لپاره د (ژوند) صفت ثابت کړی دی چې هغه: یو بشپړ ژوند دی چې له هغه مخکې عدم شتون نه درلود، هیڅکله په هغه زوال او فنا نه راځي، نقصان، عیب، غفلت او بې کفایتي، په خوب او سپک خوب نه اخته کیږي، او په هیڅ حالت کې مرګ ورته نه رسیږي: (لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ) (پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب) [البقرة سورت : ایت 255] - زموږ رب لدې څخه لوړ او پاک دی-.
او د هغه – جل وعلا – ژوند پاک دی تر دې چې د مخلوق له ژوند سره یې مشابهت وشي. (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) ( د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11] ، هغه ژوند چې د هغه –سبحانه و تعالی- د صفاتو بشپړتیا لره مستلزم دی لکه؛ د هغه پوهه، اوریدل، لیدل، وړتیا، اراده او د هغه رحمت چې هغه یې غواړي، او همدارنګه د هغه نور د کمال صفتونه.
او زموږ ژوندی رب – سبحانه و تعالی- چې ژوند پرې ولاړ دی، او هر ژوندی ورسره ژوندی شو، د هغه پرته نور هرڅیز، د الله –سبحانه و تعالی- په ژوندي کولو پورې تړلی دی، هغه –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) (حال دا چې تاسو نشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بيا به هغه تاسو مړه كوي، بيا به تاسو راژوندي كوي، بيا به خاص د هغه په طرف ګرځولی شئ) [البقرة سورت : ایت 28].
او زمونږ رب - سبحانه وتعالى- هغه ذات دی؛ څوک چې د علم، هدایت او ایمان په رڼا سره نفسونه او روحونه را ژوندي کوي.
او زمونږ رب - سبحانه وتعالى -؛ هغه ذات دی څوک چې د جنت اوسیدونکو ته تل پاتې ژوند ورکوي، هغه - سبحانه وتعالى - فرماېلي: (وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) (او بېشكه کور د اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى) [العنكبوت سورت: ایت 64].
ښکاره دلیل:
ژوندی دی، له هغه پرته بل معبود نشته، څوک چې پر هغه توکل وکړي، د هغه لپاره کافي دی، هیڅ شی نشي کولی د هغه اراده ماته کړي، او هیڅ شی نشي کولی هغه بې وسه کړي، هغه شر لرې کوي، هغه د اړمن ځواب ورکوي، هغه هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې وراسته شي، هغه خلقت بیرته راګرځوي لکه څنګه چې یې لومړی ځل پیل کړی وو، او دا کار د هغه لپاره ډیر آسان دی، او هغه د حکمت څښتن دی چې هیڅ شی بې ځایه نه پيدا کوي، او هیڅ شي بې ځایه نه پریږدي.
ابن جریر او بیهقي له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت کړی دی چې هغوی وویل: عاص بن وائل رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ نو هغه پورته شو او یو وروست شوی هډوکی یې راواخیست او په خپل لاس یې ورژاوه او ويې ويل: څوک دی هغه چې هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې وراسته شي؟! -قيامت او حشر یې دروغ ګانه- هغه وفرمایل: «نَعَمْ، يَبْعَثُ اللهُ هَذَا، ثُمَّ يُمِيتُكَ، ثُمَّ يُحْيِيَكَ، ثُمَّ يُدْخِلُكَ نَارَ جَهَنَّمَ»، "هو، دا الله بیا راژوندي کول همداسي دي، بیا به تا مړ کړي، بیا به دې بیرته را ژوندي کړي، بیا به دې دوزخ اور ته داخل کړي". او الله -سبحانه وتعالى- دغه آیت نازل کړ-: (أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ) ( آیا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى) [يس سورت : ایت 77] د سورت تر پایه [صحیح حدیث دی. امام حاکم روایت کړی او صحیح یې بللی او الذهبي ورسره هم موافقه کړې].
انسان څومره ناشکره دی! هغه خپل پیدایشت هېر کړ او د خپل خالق څخه یې انکار وکړ: هغه چا چې لومړی ځل باندې پیدا کړی دی بیرته یې راګرځوي او بیا یې ژوندي کوي؛ ځکه چې دویم پیدایښت اسانه دی - د عقل له مخې -، او دا ټول د الله لپاره اسان دي؛ د الله لپاره پیل او تکرار یو شان دي؛ (وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ) ( او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي) [الروم سورت : ایت 27].
عزت د هغه لپاره دی، جبروت د هغه لپاره دی، عظمت د هغه لپاره دی، لویي د هغه لپاره ده، واک د هغه لپاره دی، پاچاهي د هغه لپاره ده، قضاوت او حکم د هغه لپاره دي، ځواک د هغه لپاره دی، ستاینه د هغه لپاره ده او پاکي هم هغه لره ده.. د هغه مقام څومره لوړ دی، او د هغه پادشاهي څومره د فخر وړ ده، او د لوړې مرتبې خاوند دی!
د کایناتو آواز..
پاکي ده هغه ذات لره چې هر مخلوق ته یې خاص ژوند ورکړی دی! د ملاېکو ژوند د انسان سره توپير لري، د جنياتو ژوند د انسانانو له ژوند سره توپير لري، او د حيواناتو ژوند د انسانانو او پيريانو او ملاېکو له ژوند سره توپير لري.
حتا جمادات د الله د نوم (الحي، ژوندی) له نښو څخه ډک دي؛ نو هغه ژوندی دی، د جماداتو ژوند ته په کتلو سره هغوی ته ژوند ورکړل شوی، لکه د موسی –علیه السلام- لکړه: (فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ) ( نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښويه تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو) [الشعراء سورت: ایت 45].
حتا ونې یو ځانګړی ژوند لري؛ د کجوري د ونې ډډ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لپاره وژړل، په صحیح بخاري کې راغلی چې: "رسول الله -صلی الله علیه وسلم – د کجوري د ونې په یو ډډ خطبه ورکوله، کله چې ورته منبر جوړ شو نو منبر ته یې مخه کړه، پدې وخت کې د کجوري له ډډ څخه د ژړا آواز راپورته شو، نو هغه ورته راوګرځید او خپل لاس یې پرې کش کړ». او په "السنن" کې راغلي: نو هغه ورته راغی، او په غېږ کې يې ونيوه، نو هغه آرام شو، او هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَوْ لَمْ أَحْتَضِنْهُ لَحَنَّ إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ» "که ما په غیږ کې نه و نیولی، نو د قیامت تر ورځې به یې ژړل". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
په جماد کې د ژوندۍ مادې ښکاره کیدل آیا د الله - عزوجل – له نښانو څخه یوه نښه نده؟ دا پدې دلالت کوي چې الله ژوندی دی او له هغه پرته بل معبود نشته؟!
او په هر څه کې د هغه یوه نښه شته ... پردې دلالت کوي چې هغه یو دی.
د مینه والو زړونه..
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاو څخه: «اللَّهُمَّ! إِنِّي أَعُوْذُ بِعِزَّتِكَ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ: أَنْ تُضِلَّنِي، أَنْتَ الحَيُّ الَّذِي لَا يَمُوْتُ وَالجِنُّ وَالإِنْسُ يَمُوتُونَ» «اې الله! زه ستا په عزت پناه غواړم، له تا پرته بل معبود نشته: تردې چې ما ګمراه کړې، ته ژوندی یې چې نه مرې، او پیریان او انسانان مري". [مسلم روایت کړی]
پدې کې شک نشته چې هدایت: د زړونو ژوند دی، او دغه هدایت د هغه معبود له لوري دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، که څوک یې غواړي له ژوندی ذات څخه دې وغواړي، ځکه الله – جل و علا- فرمایلي دي: (هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې همده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي) [غافر سورت: ایت 65].
او هرکله چې زړه له ایمان او د الله له عظمت څخه ډک شي؛ هغه وخت به ژوند خوږ شي، دنیا به صفا شي، بصیرت به روښانه شي، اندیښنې به ختمې شي، او غمونه به لرې شي، او ژوند کې به خوشحاله وي.
نو د الله –جل و علا- نومونه د مومنانو په زړونو کې مینه او لیوالتیا راپاروي، او هغوی به په دنیا او په آخرت کې خوشحاله اوسي. (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) (چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، پداسې حال كې چې مؤمن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول) [النحل سورت: ایت 97].
او که څوک کفر غوره کړي؛ ژوند به يې تنګ شي، په دنیا او آخرت کې به یې ژوند له ستونزو سره مخ وي، ځکه الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ) (او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو) [طه سورت: ایت 124]، حتا که هغه په خپلو پښو روان هم اوسي، هغه په مړو کې حسابیږي؛ (أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ) (مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي) [النحل سورت: ایت 21].
څوک چې مړ شي او آرام شي مړ ندی ... مګر مړ هغه دی چې په ژوندانه کې مړ وي
هغه ته تواضع وکړه!
د امام احمد په مسند کې د انس بن مالک -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هرکله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته به څه تکلیف ورسيده، نو هغه به وفرمایل: «يَا حَيُّ.. يَا قَيُّوْمُ! بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ» "اې ژوندی ذاته.. او ډیر قائم ساتونکی ذاته! ستا د رحمت غوښتونکی یم" [حسن حدیث دی].
نسايي وايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپلې لور فاطمې -رضی الله عنها- ته وویل: "تا څه شی منع کوی چې هغه څه واورې چې زه تا ته پرې وصیت کوم! سهار او ماښام وایه چې: يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ! بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ؛ أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ. اې ژوندی ذاته اې د ټول عالم انتظام کوونکی ذاته! زه ستا د رحمت غوښتونکی یم؛ زما ټولې چارې زما لپاره سمې کړه، او د سترګو د رپېدو لپاره مې ځان ته مه پرېږده». [صحیح حدیث دی]
په ترمذي او حاکم کې د ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی - هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: څوک چې ووایي: «أَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الحَيَّ القَيُّومَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ؛ غُفِرَ لَهُ وَإِنْ كَانَ فَرَّ مِنَ الزَّحْفِ» «زه له الله څخه بخښنه غواړم، چې له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندی دی د ټول عالم انتظام کوونکی ذات دی او زه هغه ته رجوع کوم؛ هغه ته به بخښنه وشي، که څه هم د جنګ له میدان څخه تښتېدلی وي». [صحیح حدیث دی].
او په «سنن» کې له انس -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې: یو سړي دعا وکړه؛ هغه وویل: «اللهم إني أسألك بأن لك الحمد، لا إله إلا أنت المنان، بديع السماوات والأرض، يا ذا الجلال والإكرام.. يا حي.. يا قيوم!» اې الله زه له تا څخه سوال کوم چې ستا ټوله ستاینه تا لره ده، له تا پرته بل معبود نشته، ډېر احسان کونکی، د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی یې، اې د عظمت او عزت خاونده.. اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته!
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «دَعَا اللَهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ، وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى» "هغه له الله څخه د هغه د لوی نوم په واسطه دعا وکړه، هغه چې که بلنه پرې ورکړل شي قبلوي یې، او که هغه باندې څخه وغوښتل شي ورکوي یي". [صحیح حدیث دی]
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: «د (ژوند) صفت د کمال ټول صفتونه لري، او هغې لره مستلزم دی، او د (قیومیت) صفت کې د افعالو ټول صفتونه ته شامل دي، او له همدې امله د الله تر ټولو لوى نوم دا دى چې که هغه باندې ورته بلنه ورکړل شي نو ځواب ورکوي او که ترې وغوښتل شي ورکوي یي، هغه نوم: الحي القیوم – ژوندی او د ټول عالم انتظام ساتونکی ذات دی».
اې الله! زه ستا عزت ته پناه وړم، له تا پرته بل معبود نشته چې ما ګمراه کړي، ته هغه ژوندی يې چې نه مري او انسانان او پيريان مري.
اې الله! اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته! ستاسو په رحمت سره مرسته غواړم، زما ټولې چارې سمې کړه.
10
الـقَـــيُّـومُ (د ټول عالم انتظام کوونکی ذات) -جل جلاله-
اې د کایناتو خالقه، ته یو یې ... ټول کاینات ستا پر وجود باندې ګواه دي
اې ژوندی او د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته ... او ستا د لوړوالي لپاره سجده کوونکی تندی پورته کیږي
په ترمذي کې راغلي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له یوه سړي څخه واورېدل چې په لمانځه کې یې ویل: ای الله زه له تا سوال کوم چې تا لره ستاینه ده، له تا پرته بل معبود نشته اې احسان کوونکیه، د اسمانونو او ځمکې خالقه! اې د عظمت او عزت خاونده.. اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته!
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «قسم په هغه ذات دی چې زما ژوند د هغه په لاس کې دی! هغه له الله څخه د هغه لوی نوم په وسیله سوال وکړ، چې که هغه باندې ورته بلنه ورکړل شي نو ځواب ورکوي، او که ترې وغوښتل شي ورکوي یي». [ صحيح حديث دی].
دا ستاسو د پیغمبر– صلی الله علیه وسلم - پیغام دی، هر هغه چا ته چې ژوند په ژړا کړی دی: خپل رب ته وګرځه، خپل زړه له نورو خالي کړه، بیا دعا وکړه او ووایه (اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته!) هغه ستا ځواب درکوي، او تا ته به د هغه څه څخه ډیر درکړي چې ته یې تمه لرې.
یوازې د هغه لپاره، که نه نو د بل چا لپاره رکابونه نه چمتو کیږي
یوازې له هغه څخه امید شته، که نه نو هیله مند به مایوسه شي
موږ د الله له یو له ښکلو نومونو سره تم کیږو، او هغه: (القيوم (د ټول عالم انتظام کوونکی) –جل و علا- ذات دی:
الله –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ) (او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول) [طه سورت: ایت 111].
نو زمونږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې په بشپړ ډول پر ځان بسیا دی، په خپل استقامت او تل پاتې والي کې هیچا ته اړتيا نه لري، پر خپل ځان باندې له هر څیز څخه بې نیاز دی. (يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى) [فاطر سورت : ایت 15].
او زموږ رب –جل وعلا- هغه ذات دی چې ټول مخلوقات پر هغه ولاړ دي؛ څوک چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، د دوی لپاره له هغه –سبحانه و تعالی- پرته د پاتې کیدو او صلاح هیڅ شی نشته، مخلوق هغه ته په هر لحاظ اړمن دی، او هغه په هر لحاظ له هغوی څخه بې نیازه دی؛ حتا عرش او د هغه پورته کوونکي، ځکه چې عرش یوازې د الله – جل و علا – په واسطه درول شوی دی، او د عرش پورته کوونکي ندي درول شوي مګر د الله –تبارک و تعالی- په واسطه.
او زمونږ رب –جل و علا- د ټولې نړۍ قایمونکی دی، پورته او ښکته، او ددې په منځ کې موجود مخلوقات، په ټولو حالتونو کې؛ د هغوی په اداره کولو، هغوی ته په روزۍ ورکولو او له هغوی د ساتنې، او د هغوی په ټولو چارو کې په هر وخت او هره موقع کې د پاملرنې او توجه له لحاظه.
بلکې هغه ذات –جل وعلا- د خپلو بندګانو اداره کونکی دی، څوک چې د دوی د عملونو او خبرو، د دوی د نیکو اعمالو او ګناهونو حساب ثبتوي؛ هغه ذات چې دوی ته به په آخرت کې بدله ورکوي. (أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ أَم بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا عَنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ) (ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه د هغو عملونو چې كوي يې (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره (بې دليله) وينا سره (تش په خولې، دوى شریكان جوړوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته) [الرعد سورت: ایت 33].
او د هغه د الوهیت له کمال څخه: دا دی چې آسمانونه او ځمکه د هغه په امر او ځواک سره جوړ شو او د هغه په امر او ځواک سره په خپل ځای کې مستقر او ثابت پاتې شول؛ پرته له کومې ستنې چې ورباندې تکیه شي: (إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا) (بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي، بېشكه هغه (الله) دى، ښه تحمل والا، ډېر بخښونكى) [فاطر سورت: ایت 41].
له ټولو څخه ډیر د عبادت وړ..
ځکه الله: ژوندی، پایښت لرونکی –عزوجل- ذات دی، رب العالمین او تر ټولو زیات رحم کوونکی دی، او تر ټولو قادر، او د واکمنانو څخه تر ټولو واکمن، هغه څوک چې د خلقت او امر څښتن دی او ګټه او تاوان د هغه په لاس کې دي.
هغه څه چې په فطرت سره پیژندل شوي دي.. او عقلونه یې تاییدوي، او ټول موجودات ورباندې دلالت کوي، چې شتون او دوام یې په هر حرکت او سکون کې لیدل کیږي، هغه ذات چې مصیبت ځپلي ته ځواب ورکوي هرکله چې بلنه ورکړای شي، او د مشکل لرونکي سره مرسته کوي هر کله چې یې راوغواړي، او شر لرې کوي، تکلیفونه او خنډونه لیرې کوي.
د هرې بدبختۍ او ناخوالي په وخت کې له هغه څخه مرسته غوښتل کیږي، او له هغه څخه د نیکۍ او کرم توقع کیږي.
هغه چې مخونه ورته ټیټ شول، او غږونه ورته په خشوع او خضوع شوي، (وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ) (او مخونه تل ژوندي، د ټول عالم انتظام كوونكي ذات ته ټیټ شول) [طه سورت: ایت 111].
هغه د یادولو ډیر مستحق دی، تر ټولو زیات حقدار دی چې عبادت یې وشي، په شکر ویستولو کې باید لومړیتوب ورکړل شي، او د هغه چا څخه ډیر مستحق دی چې مرسته ور څخه وغوښتل شي، او تر ټولو مهربانه مالک، او تر ټولو سخي دی کله چې له ورڅخه وغوښتل شي، او د وړتیا پر مهال تر ټولو زیات بخښونکی دی، او تر ټولو زیات سخي دی کله چې ورته قصد وشي، او تر ټولو عادل کله چې انتقام اخلي.
او د هغه حلم او نرمي وروسته له پوهې څخه ده، عفوه یې وروسته له قدرت څخه، بخښنه یې وروسته له عزت څخه، او د هغه منع کول د حکمت له مخې دي.
هغه الله، ژوندی او ډیر قائم ساتونکی دی، هیڅ شریک نلري، یو او بې مثاله دی: (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى) [البقرة سورت: ایت 255].
خپل دلالت یې مفکرینو ته بیان کړی دی، او خپل ثبوتونه یې لیدونکو ته ښودلې دي، او خپلې نښانې یې نړۍ والو ته بیان کړي، د ضد کوونکو عذرونه یې قطع کړل، او د منکرینو دلیلونه یې رد کړل؛ نو د ربوبیت نښانې یې روښانه شوي، او د الوهیت دلیلونه یې روښانه شوي.
الله –جل وعلا- د خپلو مخلوقاتو انتظام کوونکی دی، هغوی ته هیڅ اړتیا نلري، او هغوی ټول هغه ته محتاج دي، ټول هغه ته محتاج دي: مقربې ملائکې، د عرش پورته کوونکي، او د اسمانونو او ځمکې اوسیدونکي، (يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى) [فاطر سورت: ایت 15].
هغه لپاره عزت،ځواک، عظمت، لویي، سلطان، بادشاهي، فیصله او قضاوت، قوت، ټوله ستاینه، ټول درناوی یوازې هغه لره دی.. په صفتونو او فعلونو کې بشپړ دی. (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ) (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي) [البقرة سورت: ایت 255].
الله –عزوجل- نه ويده کيږي او هغه لپاره نه ښایی چې ويده شي، له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحيح روايت سره راغلی چې فرمايي: «إِنَّ اللهَ -عز وجل- لَا يَنَامُ، وَلَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَنَامَ، يَخْفِضُ القِسْطَ وَيَرْفَعُهُ، يُرْفَعُ إِلَيْهِ عَمَلُ اللَّيْلِ قَبْلَ عَمَلِ النَّهَارِ، وَعَمَلُ النَّهَارِ قَبْلَ عَمَلِ اللَّيْلِ، حِجَابُهُ النُّورُ -النَّارُ- لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَـرُهُ مِنْ خَلْقِهِ» «په حقیقت کې الله –عزوجل- نه ویده کيږي، او هغه لپاره نه ښایي چې ويده شي، او د بندګانو رزق ښکته او پورته کوي، د ورځې عمل څخه مخکې د شپې عمل ورته پورته کیږي، او د شپې له عمل څخه مخکې د ورځې کار ورته پورته کیږي، د هغه پرده رڼا - اور – ده، که هغه لرې کړي، نو د مخ وړانګې به یې ټول هغه څه وسوځوي چې له مخلوقاتو څخه یې لید وررسیږي». [مسلم روایت کړی].
پاک دی هغه ذات چې رڼا یې اسمانونه او ځمکه روښانه کوي، او مخ یې تیاره روښانه کوي! پاکي ده ژوندي او انتظام کوونکي ذات لره!
ډاډه اوسه!
څوک چې پوه شي چې الله انتظام کوونکی ذات دی؛ د هغه زړه د مخلوق څخه قطع کیږي، او زړه یې د خپل خالق، روزونکي او تدبیر کونکي سره آرامتیا مومي، په نفس کې داسې اړتیا شته چې مال یې نشی پوره کولی، نه د مقام لوړوالی، نه خوندونه، او نه شهرت.. دا یوازې پر الله – عزوجل- باندې د ایمان، اطمینان او توکل په لرلو له مخې امکان لري، نو الله –سبحانه وتعالی- فرمایلی:
یوازې پر الله – عزوجل- باندې په ایمان، اطمینان او توکل سره خړوبیدلای شي ، نو الله –سبحانه وتعالی- فرمایلي دي: (الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) (هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره ډاډمنیږي، خبردار شئ! يوازې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي) [الرعد سورت: ایت 28].
اې الله موږ له تا نه سوال کوو، اې ژوندی.. اې انتظام کوونکيه ذات! دا چې زمونږ ګناهونه معاف کړې، زموږ عیبونه پټ کړې، په خپل اطاعت کې مو مرسته وکړې، جنت ته مو داخل کړې او له اوره مو وژغورې.
11 - 12
- المَـلِـكُ المَـلِــيـكُ- حقیقي پادشاه او مالک -جل جلاله-
بخاري د ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت کوي چې وایي: د یهودو یو عالم رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی او ویې ویل: اې محمده! موږ موندلي دي چې الله -تعالی- اسمانونه په یوه ګوته، ځمکې په بله ګوته، ونې په بله ګوته، اوبه او خاوره په بله ګوته او نور ټول مخلوقات په بله ګوته کې نیسي، بیا وايي: زه پادشاه یم.
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وخندل تر دې چې آخرني غاښونه يې ښکاره شول ددې عالم د خبرې د پخلي په وجه باندې، بیا رسول الله -صلى الله عليه وسلم- دغه آیت تلاوت کړ: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
یوازې هغه پوهیږي چې هغه د څه څیز مستحق دی...!
او بل څوک نه شي کولی د هغه پوهه احاطه کړي...!
یوازې هغه کولی شي د خپل قدر ستاینه وکړي...!
د هغه پرته بل څوک د هغه ښه ستاینه نشي کولی...!
بیان او فصاحت او تعبیر.. خپلې نیمګړتیاوې اعلان کړې...!
حیاء زمونږ زړونه ډکوي، او موږ پدې وخت کې غواړو د پاچاهانو د پاچا صفتونه بیان کړو! او مونږ دا وياړ لرو چې د هغه – جل وعلا- د عظمت او د هغه د لوی قدرت لپاره خپلې پوزې په خاورو کې ومروړو، او دا وياړ لرو چې زمونږ ژبې او قلمونه د هغه ستاینه کوي، که موږ د هغه پاکي، تسبیح، او تمجید کوو دا د هغه –جل و علا- احسان او منت دی پر مونږ باندې.
ډالۍ کوونکي په ستاینې سره تا ته نشي رسیدلی
حتا که دوی مبالغه هم وکړي، ځکه هغه څه چې په تاسو کې دي ډیر لوی دي
د پادشاه د نوم د سیوري لاندې:
(هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ) ( دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى) [الحشر سورت: ایت 23].
زمونږ رب - عزوجل - هغه ذات دی چې په خپله پادشاهۍ کې خپل امر پلي کوي، هغه د ټولې پادشاهۍ مالک دی، او هغه بشپړ پادشاه دی، د قیامت د ورځې مالک دی، هغه د مخلوقاتو پادچاه دی، او د هغه څخه پورته هیڅ پادشاه نشته، او له هغه پرته بل هیڅ څه نشته، هغه د ټولو شیانو اختیار لري، او د هغه –سبحانه و تعالی- لپاره هیڅ مانع کوونکی یا مدافع نشته.
یو پیاوړی پاچا چې هیڅکله خپل ځواک له لاسه نه ورکوي ... د هغه په وړاندې قضاوت کیږي او بخښنه ترې غوښتل کیږي ... هغه پاچا چې هغه لره د فضا مخ او شا حاکمیت دی ... د هغه د پاچاهۍ ځواک د زمانې په تیریدو سره نه کمزوری کیږي
هغه داسې یو پادشاه دی چې د خپل حلم او مهربانۍ له امله ... د هغه د نېک امتحان له امله به د هغه نافرماني او ورسره جفا کیږي ... د هر واکمن واکمني له منځه ځي ... او الله هغه بادشاه دی چې واکمني یې نه زړیږي
او ریښتینی ملکیت یوازې الله - عزوجل – لره دی؛ هیڅوک هغه سره شریک ندی، او هر څوک چې د یو څه مالک دی؛ هغه د الله لخوا ورکړل شوی دی، او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي: «لَا مَالِكَ إِلَّا اللهُ -عز وجل- »، "له الله –عزوجل- پرته بل مالک نشته". او په بل روایت کې راغلي چې: «لَا مَلِكَ إِلَّا اللهُ» "له الله پرته بل پادشاه نشته" [دواړه مسلم روایت کړي دي] (قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ( ته ووایه: اى الله!د پادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او پادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې) [آل عمران سورت: ایت 26].
نو زمونږ رب جل وعلا- د اسمانونو او ځمکې د خزانو مالک دی، د هغه په لاس کې خیر دی، هغه چا ته چې وغواړي روزي ورکوي.
او هغه - عزوجل - د مرګ، ژوند، قیامت، ګټې او ضرر مالک دی او هغه ته د ټولو کارونو اختیار راجع کیږي.
هغه په خپله بادشاهۍ کې څنګه چې وغواړي تصرف کوي، هره ورځ هغه په یو خاص حالت کې قرار لري! د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت دي چې فرمایي: «د هغه د شان او کار څخه دا دي چې: ګناهونه وبخښي، تکليف لرې کړي، ځينې خلک لوړ کړي او نور ښکته کړي» [حسن حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
او دا د الله پادشاهي ده – سبحانه و تعالی - هغه چا ته یې ورکوي چې غواړي: (وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ) (او الله خپله پادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي) [البقرة سورت: ایت 247].
د امام احمد په مسند کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «لَا تَسُبُّوا الدَّهْرَ! فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- قَالَ: أَنَا الدَّهْرُ، الأَيَّامُ وَاللَّيَالِي لِي؛ أُجَدِّدُهَا وَأُبْلِيهَا، وَآتِي بِمُلُوْكٍ بَعْدَ مُلُوْكٍ». «زمانې (وخت) ته ښکنځلې مه کوئ! ځکه چې الله -عزوجل- فرمایي: زه زمان (وخت) یم، ورځې او شپې زما دي؛ زه یې نوي کوم او له منځه یې وړم، او زه به له بادشاهانو وروسته بادشاهان راولم». [صحیح حدیث دی. لومړی یې په "صحیح مسلم" کې دی].
د یمن بادشاهان چیرته دي چې تاجونه یې درلودل ... او د هغوی ګلان او تاجونه چیرته دي
په ټولو داسې یو شی راغلی چې هېڅ چاره ترې نشته ... داسې لاړل ګواکې هغو خلکو هیڅ شتون نه درلودل.
شیطان هغوی ته د هغوی کړنې ښایسته کړې..
کله چې الله –تبارک و تعالی- فرعون ته بادشاهي ورکړه؛ هغه فکر وکړ چې اصلي مالک دی، نو هغه کبر، غرور، او خلکو باندې ظلم وکړ؛ تر دې چې هغه حالت ته ورسید چې: د ځان لپاره یې د بادشاهۍ او الوهیت دعوه وکړه! (وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرِي) (او فرعون وویل: اې سردارانو! زه ستاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم) [القصص سورت: ایت 38]، الله -عزوجل- هغه له منځه یوړ او د قیامت تر قاېمېدو پورې یې د ځمکې د بادشاهانو لپاره مثال او عبرت وګرځاوه؛ تر څو بادشاهي پر دوی طغیان او غلبه ونه کړي او خپل اصل، کمزوري او میعاد هیر نه کړي.
که څه هم بادشاهان د دنیا په ژوند کې د بادشاهۍ سره شباهت لري؛ ځکه دوی د جایدادونو، ماڼیو، باغونو، سرو زرو او سپینو زرو مالکان دي، او دوی دوه انتخابه لري: یا به له دوی څخه اخیستل کیږي، یا به دوی له هغې څخه اخیستل کیږي، ځکه چې دا یو لنډ مهاله ملکیت دی، او داسې امانت دی چې باید بیرته وګرځول شي..
نو الله - عزوجل- هغوی ته یادونه وکړه چی د هغوی ورتګ الله ته دی؛ (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ) (او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي) [المائدة سورت: ایت 18].
او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د شاهنشاه له نومولو څخه منع کړې ده، په "صحيحينو" کې راغلي دي: چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وفرمايل: "د الله په نیز تر ټولو بد او ذلیل نوم دادی چې: یو سړی د شاهنشاه په نوم باندې ونومول شي".
د قیامت د ورځې مالک..
د قيامت په ورځ به الله -جل و علا- اسمانونه په خپل ښي لاس کې او ځمکه په بل لاس کې ونیسي؛ لکه څنګه چې الله -تعالی- فرمایلي دي: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
په صحیحینو کې له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَقْبِضُ اللهُ -تبارك وتعالى- الأَرْضَ يَوْمَ القِيَامَةِ، وَيَطْوِي السَّمَاءَ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ! أَيْنَ مُلُوْكُ الأَرْضِ؟». «الله –تبارک و تعالی- به د قیامت په ورځ ځمکه خپله قبضه کې راولي، او په خپل ښي لاس به اسمان راونغاړي، بیا به ووايي: زه پادشاه یم! د ځمکې پادشاهان چیرته دي؟».
او په صحیح مسلم کې له عبدالله بن عمر -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَطْوِي اللهُ -عز وجل- السَّمَاوَاتِ يَوْمَ القِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُهُنَّ بِيَدِهِ اليُمْنَى، ثُمَّ يَقُوْلُ: أَنَا المَلِكُ! أَيْنَ الجَبَّارُوْنَ؟ أَيْنَ المُتَكَبِّرُوْنَ؟ «الله –عزوجل- به د قیامت په ورځ اسمانونه راونغاړي، بیا به یې په خپل ښي لاس کې ونیسي، بیا به ووایي: زه پادشاه یم! زورواکي چیرته دي؟ لویی کوونکي چیرته دي؟»
بيا به ځمکې په خپل کیڼ لاس کې راونغاړي، بيا به ووايي: زه پادشاه يم! زورواکي چیرته دي؟ لويي چاري (لویي کوونکي) چیرته دي؟.
او د قيامت په ورځ به رب –سبحانه و تعالی- وفرمايي: (نن پادشاهي د چا ده)؟ هیڅوک به ځواب ورنکړي! او حق -تعالی- به په خپله ځواب ورکړي: : (لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) [غافر سورت: ایت 16]. خاص د الله (پادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى.
د هغه پادشاهي بشپړه ده:
که څه هم الله –عزوجل – پادشاه دی، او زمونږ له عبادت څخه بی نیاز دی؛ خو د هغه پر خپلو بندګانو د ښکلي احسان او منت په خاطر : خپل نوم (پادشاه) د خپلو نورو نومونو سره یوځای کړ؛ د دې لپاره چې نفسونه آرامتیا ومومي او د هغه سره د لیدو لپاره لیوالتیا پیدا کړي، هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (3) (ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى) مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4)) (د بَدلې د ورځې مالك دى) [الفاتحة سورت: ایت 3-4]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل: (هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ (22) (هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ) دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى) [الحشر سورت: ایت 22-23]، او الله -عزوجل - موږ ته خبر راکوي چې پادشاهي له احسان او مهربانۍ پرته نه ښه کیږي او نه بشپړیږي؛ او هغه –سبحانه و تعالی – پادشاه او رحم کونکی دی.
او زمونږ د رب –عزوجل- پادشاهي له نیمګړتیاوو څخه پاکه ده؛ (يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى) [الجمعة سورت: ایت 1].
او پدې چې د ځمکې پادشاهان په نيمګړتياوو لکه تکبر، ډیر شهوت، بې عدالتۍ او ظلمونو کې اخته شول، الله -عزوجل - موږ ته خبر راکړ چې د هغه حاکمیت بشپړ دی، چې په هغه کې د کمال او احسان ټول صفتونه راتول شوي دي؛ له همدې امله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به چې کله د وتر له لمانځه وروسته سلام ګرځاوه نو ویل به یې: «سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوْسِ»، "پاکی ده مقدس پاچا لره" درې ځلې، او دریم ځل یې خپل غږ پورته کړ. [ صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی]
او بنده لپاره واجب دادی چې: د الله د بادشاهۍ او رحمت شکر ادا کړي، او تل د هغه ستاینه وکړي؛ الله –عزوجل- فرمايي: (لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ) (خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي) [التغابن سورت: ایت 1]، هغه په خپله پادشاهۍ کې د ستاینې وړ دی، د ستاینې پرته پادشاهي نیمګړې وي، او له ستاینې پرته پادشاهي بې وزلي ده، او ستاينه له پادشاهۍ سره بې نهایت کمال او عظمت دی.
او د هغه د پادشاهۍ له عظمت څخه: دا دي چې هغه پناه ورکوي څوک چې هغه ته پناه وړي، او هیڅوک نشي کولی د هغه چا ساتنه او حمایت وکړي کله چې الله د هغه د تباهۍ اراده وکړي؛ (قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ) (ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ) [المؤمنون سورت: ایت 88].
اې مالکه هغه چې ټولې چارې په خپل اختیار کې لرې ... او د هغه قضاوت په هر څه کې پلی کیږي
زه تاته پناه راوړم، اې سخي ذاته چې څوک نه مایوسه کوې...بنده ستا په عزت باندې پناه او ساتنه غواړي
اې هغه ذاته چې د هغه پادشاهی نه ختمېږي!
تاریخ پوهانو ویلي: کله چې هارون الرشید خپله ماڼۍ جوړه کړه، په هغه وخت کې د دې ماڼۍ په څیر ښکلا چا نه وه لیدلې! خلک ننوتل او هغه ته یې مبارکي ویله، پدې ډله کې ابو العتاهیه هم وو؛ هغه پاڅید او ویې ویل:
څومره چې غواړې ژوند وکړه ترڅو چې ته سالم یې ... د ماڼیو د سیوری لاندې ... تا ته به په لاس درشي هغه څه چې ته یې غواړې ... کله چې خلک سهار او ماښام په لوړو قصرونو کې راتګ وکړي ... ستا لپاره به هغه څه عملي شي چې تا اراده کړې وي ... سهار، ماښام د خلکو په تګ او راتګ سره
کله چې له سینو څخه د ځنکدن آواز پورته شي ... او کله چې سینې ستړي شي ... هلته به په یقین سره پوه شې ... چې ته نه وې مګر په خپل غرور کې وې
نو هارون تر هغه وخته پورې وژړل چې په ځمکه ولوېد او یوه میاشت نه وه تیره شوې چې هغه د مړو په قطار کې شو".
هارون!.. هغه څوک و چې ورېځو ته به يې ويیل: هر چېرته چې غواړې باران و اوروه؛ ستا خراج (محصول) په یقین سره ما ته رارسیږي؟! هارون.. هغه څوک وو چې یو کال به یې حج کاوه او یو کال به یې غزا کوله؟!
او عبدالملک بن مروان – د اسلامي نړۍ حاکم ته – چې کله مرګ راغی؛ هغه د خپلې ماڼۍ په شاوخوا کې یو دوبي ولیده چې په خوښۍ سره سندرې وايي! عبدالملک وویل: اې کاش چې زه جامې مینځونکی وای! ای کاش چې پادشاهي او خلافت مې نه وای پېژندلی! بیا مړ شو.
او بل وايي: اې هغه ذاته چې پادشاهي یی نه ختمېږي، په هغه چا رحم وکړه چې پادشاهی یې ختمه شوه، او کله چې سعید بن المسیب دا خبرې واورېدې نو په ځواب کې یې ورته وویل: "ټوله ستاینه الله لره ده چې دوی د مرګ په وخت کی زمونږ خوا ته را تښتې، او موږ ددوی خوا ته نه تښتو".
د پادشاه دروازه وټکوه!
ګرانه لوستونکیه! ناروغي به لیرې شي، ناروغ او ټپي به روغ شي، ګناه به وبخښل شي، پور به ادا شي، بندي به خوشې شي، غایب به را ستون شي، ګناهګار به توبه اوباسي، بې وزله به شتمن شي .. او دا ټول د پادشاهانو د پادشاه –سبحانه و تعالی- په لاس کې دي-، الله -عزوجل- په هر ساعت او هر وخت کې ستا پټنځای، پناه ګاه، او امید دی؛ په ځانګړې توګه د شپې په پای کې؛ الله – جل و علا - هره شپه لاندیني اسمان ته راښکته کېږي او اواز کوي: «أَنَا المَلِكُ، أَنَا المَلِكُ، مَنْ ذَا الَّذِي يَدْعُوْنِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ مَنْ ذَا الَّذِي يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ؟ مَنْ ذَا الَّذِي يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ،؟ فَلَا يَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُضِيءَ الفَجْرُ» «زه پادشاه یم، زه پادشاه یم، آیا څوک شته چې ما وبلي نو زه یې غوښتنه ومنم؟ آیا څوک شته چې زما څخه څه وغواړي چې زه یې ورکړم؟ آیا څوک شته چې زما څخه بخښنه وغواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟ او دا به تر هغه وخته پورې وي چې سهار روښانه شي». [مسلم روایت کړی].
او زموږ پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - چې پر الله تر ټولو مخلوقاتو پوه او د هغه لپاره تر ټولو ډیر عبادت کوونکی دی – مونږ دې ته هڅوي چې تل د الله –جل وعلا- پر پادشاهۍ باندې اقرار و کړو، سمدستي د لمانځه وروسته، او کله چې د شپې له خوا په خوب کی وېرېږو، او دا چې سهار او ماښام او له سفر څخه له راستنېدو وروسته دا زموږ د اذکارو څخه وي، بیا که تاسو دا په ورځ کې سل ځله تکرار کړ نو تاسو به له ګټونکو څخه اوسئ.
په صحیح روایت کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ؛ كَانَتْ لَهُ عَدْلَ عَشْرِ رِقَابٍ، وَكُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ مِائَةُ سَيِّئَةٍ، وَكَانَتْ لَهُ حِرْزًا مِنَ الشَّيْطَانِ يَوْمَهُ ذَلِكَ حَتَّى يُمْسِيَ، وَلَمْ يَأْتِ أَحَدٌ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ؛ إِلَّا أَحَدٌ عَمِلَ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ» "څوک چې سل ځلې (کرتې) ووايي: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، یعنې د الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی، هغه لره هیڅ شریک نشته، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده، او هغه په هر څه باندې قادر دی؛ ددې په مقابل کې به د هغه لپاره د لسو غلامانو د آزادولو، سل نیکۍ به ورته ولیکل شی، او سل بدۍ به ترې لیرې شي، او پدې ورځ به تر ماښام پورې د شیطان له شره د هغه لپاره د حفاظت وسیله وي، او هېچا به له هغه څخه ښه شی نه وي راوړی؛ پرته له هغه چا چې له ده څخه یې ډیر ویلي وي". [د بخاري او مسلم روایت دی].
اې د قیامت د ورځې څښتنه! زموږ د ژوند وروستۍ برخه په خیر ولره، او زموږ لپاره حساب اسانه کړه؛ اې د جهانیانو ربه!
13
کامل او له عیبونه څخه پاک -جل جلاله-
علماوو ویلي دي: د نومونو او صفتونو (توحید) یووالی په دوو ستنو ولاړ دی، او هغه د توحید خلاصه دی:
1- د الله –سبحانه وتعالی- د نومونو، صفتونو او افعالو د کمال ثابتول.
2- د الله –سبحانه و تعالی- پاکوالی د ټولو هغو نیمګړتیاوو څخه چې د هغه له صفتونو، افعالو او کمال سره تضاد لري.
او په موږ باندې د الله له رحمت څخه دا دي چې: هغه موږ ته لارښوونه وکړه چې څنګه د هغه پاکي د تسبیح ویلو له لارې بیان کړو، هغه –عزوجل- فرمایی: (وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا) (او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله او اخري برخه كې) [الأحزاب سورت: ایت 42].
پاکي ده هغه ذات لره چې لا تر اوسه د هغه تسبیح کیږي ... تل او له هغه پرته د بل چا پاکي نه بیانیږي
پاکي ده هغه ذات لره چې په ذکر کولو سره یې د هغه د رضایت لار ده ... له هغه څخه او په هغه کې ژوند او خوشبویي ده
هيڅکله او نه د بل چا لپاره پاکي ده، له هغه څخه او په هغه کې ژوند او خوشبویي ده
زموږ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په رکوع او سجده کې به ویل: «سُبُّوْحٌ قُدُّوْسٌ، رَبُّ المَلَائِكَةِ وَالرُّوْحِ» "پاکي دې وي پاک ذات لره، د پرښتو او روح رب لره". [مسلم روایت کړی].
او تسبیح په لغت کې: تنزیه او پاکوالي ته وایي، (سبح الله) یعنی: د هغه پاکوالی له هر ډول عیب څخه بیان کړه.
زمونږ رب – عزوجل – له هر ډول عیب، نیمګړتیا او بدیو څخه پاک دی، او هغه – تبارک و تعالی- لره کمال مطلق دی.
تاسو تر ټولو حقدار یاست..
ټول کاینات عبادت کونکي دي، هرڅوک په دې جهان کې د الله– جل و علا- تسبیح وایي او دا ترټولو لوی شی دی چې پر هغه باندې د الله عبادت وشي.
او دا د اسمان اوسیدونکي د ملاېکو څخه دي: (قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) ( هغوى وويل: ايا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ) [البقرة سورت: ایت 30].
په کایناتو کې هیڅ شی نشته مګر دا چې هغه د خپل خالق تسبیح وایي او اړخونه یې د خپل خالق په تسبیح سره ځواب ورکوي؛ پرته له کافرو انسانانو او پیریانو څخه.
الله -عز وجل- فرماېلي: (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا) (خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اووه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو پر تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى) [الإسراء سورت: ایت 44].
او هغه – تبارک و تعالی - د تسبیح وړ دی، د ذات او صفات د کمال په لرلو سره.
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه وویل: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «يو مېږي له انبیاوو څخه یو نبي وچیچه، نو امر یې وکړ چې د مېږيانو کلی دې وسوځول شي؛ او وسوځول شوه، بیا الله ورته وحې وکړه: د يو مېږي په چیچلو تا یو ملت چې تسبیح وایي وسیزه؟!» [بخاري روایت کړی- او دا د هغه لفظ دی - او مسلم روایت کړی].
غرونه او مرغان د الله –سبحانه و تعالی- تسبیح بیانوي او هر څوک د الله تسبیح وایي: وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَاعِلِينَ) (او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو) [الأنبياء سورت: ایت 79]، نو موږ د الله –سبحانه و تعالی- د تسبیح ویلو ډیر مستحق یو.
ځينو سلفو ويلي دي: آیا د تاسف ځای ندی چې د یو چا سوارلۍ چې هغه باندې سوریږي؛ او هغه جامې چې اغوندي یې؛ له هغه څخه ډیر د الله ذکر وایي؟!
زړونو واوریدل..
کله چې نیک خلک د انعامونو څخه خبر شول: دا چی تسبیح د الله لپاره ترټولو ښه او غوره وینا ده؛ په هر حالت کې د الله -سبحانه وتعالی- د تسبیح لپاره هڅه کوي، ځکه دا یو آسانه غنیمت دی، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت شوی چې هغه وفرمایل: "دوه کلمې چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې، رحمان ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ، یعنې پاکي او ستاینه الله لره ده، پاکي عظیم الله لره ده». [بخاري او مسلم روايت کړی].
او د رسول الله - عليه الصلاة والسلام- نه صحیح روایت دی چې هغه وفرمایل: «څوک چې په ورځ کې سل ځلې: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ ووايي وي؛ د هغه ګناهونه به پاک شي، حتی که د سمندر د ځګ په اندازه هم وي». [بخاري او مسلم روایت کړی].
او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: "ایا ستاسو څخه یو څوک د دې توان نه لري چې هره ورځ زر نیکۍ وګټي؟" د ناستو کسانو څخه یو پوښتونکي ترې وپوښتل: زموږ څخه یو کس څنګه زر نیکۍ ګټلای شي؟
هغه ووېل: سل ځلې دې تسبیحات ووایي، نو د هغه لپاره به زر نیکۍ ولیکل شي، یا به له هغه څخه زر ګناهونه پاک شي". [مسلم روایت کړی].
د خوشحالۍ کليانې:
د الله –سبحانه و تعالی- تسبیح ویل: یو له هغو نیکیو څخه دي چې پاتې کیږي.
او په تسبیح ویلو کې: د اطاعت کوونکو لپاره آرامي، د تښتیدونکو لپاره پټنځاي، او د ویرېدونکو لپاره د پناه ځای؛ او پوهیږي چې هغه ذات چې د هغه ستاینه کوي او له هر عیب او نیمګړتیا څخه یې پاک بولي هغه: په سختۍ کې د دوی لپاره پټنځای، په یوازیتوب کې آرامتیا، او په لږو کې مرستندوی ذات دی.
څنګه به تسبیح کوونکو ته ځواب ورنکړای شي، پداسې حال کې چې هغوی الله د آسانۍ په وخت کې پیژندلی و، نو څنګه به یې هغه د سختۍ په وخت کې ونه پیژني؟!
او دا د الله پیغمبر یونس بن متا – علیه السلام- ؛ الله –عزوجل- د هغه په اړه څه وویل؟ (فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ (143) (نو كه دا خبره نه وي چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و. لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ (144)) (نو) خامخا دې به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي) [الصافات سورت: ایتونه 143-144].
ابن عباس -رضي الله عنهما- ویلي: «په بحر کې به کبانو آرام کاوه خو هغه به له تسبیح ویلو څخه آرام نه کاوه، او چونګښې به د اواز کولو څخه آرامېدلې، خو هغه به د الله –سبحانه و تعالی- له ذکر څخه چپ نه پاتي کیده».
حسن ویلي: "یونس -علیه السلام- د کب په خیټه کې لمونځ نه و کړی، بلکې د آسانۍ پر مهال نیک کار کړی و، نو الله تعالی د سختۍ پر مهال یاد کړ".
کرجي ویلي: «دلیل پر دې دی چې تسبیح او تهلیل غمونه لرې کوي، او له مصیبتونو او آفتونو څخه ژغورل کوي».
او په اثر کې راغلي دي: "که یو بنده نیک وي، هغه په اسمان کې پیژندل شوی وي؛" ځکه تسبیح یو نیک کار دی، او الله –عزوجل- فرمایي: (وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) (او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي) [فاطر سورت: ایت 10].
بنده ته په تسبیح ویلو سره روزي ورکول کیږي، دا په «الادب المفرد» کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه نقل شوي دي چې فرمایي: "... او سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ؛ دا د هر څه دعا ده، او په دې سره ټولو ته روزي ورکول کیږي". [صحیح حدیث دی]
پاکي تا لره ده!
الله لره پاکي ده د هغو شیانو د شمیر په اندازه چې په آسمان کې یې پیدا کړي دي.
الله لره پاکي ده د هغو شیانو د شمیر په اندازه چې په ځمکه کې یې پیدا کړي دي.
الله لره پاکي ده د هغو شیانو د شمیر په اندازه چې د هغو دواړو په منځ کې شتون لري.
الله لره پاکي ده د هغو شیانو د شمیر په اندازه چې هغه پیدا کړي دي.
الله –سبحانه و تعالی- خپلو بندګانو ته امر کړی: چې د لمر په راختلو او لوېدو په وخت کې د هغه تسبیح ډیر ووایي؛ نو فرمایلي یې دي: (فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ) نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ) [الروم سورت: ایت 17]، او هغه -عز وجل- فرمایی- : (وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا) (او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې) [الأحزاب سورت: ایت 42].
او د تسبیح د اهمیت لپاره؛ الله تعالی د جنت خاوندانو ته د تسبیح الهام کوي لکه څنګه چې نفس ته الهام کوي؛ (دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ ۚ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى) [يونس سورت: ایت 10].
ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "او ټول عملونه پاي مومي، او ذکر هیڅ کله پای نه مومي او نه ختمیږي! ټول عملونه د دنیا په ختمیدو سره ختمیږي، او د هغه څخه په آخرت کې هیڅ شی نه پاتې کیږي، او ذکر هیڅ کله نه ختمیږي، مومن په ذکر سره ژوند کوي، او هغه سره مري، او هغه باندې بیا ژوندی کیږي.
پاکي ده هغه ذات لره چې امتونه یې ستاینه کوي
د هغه ثنا په تسبیح سره چې د نعموتونو څخه غوره دی
پاکي ده هغه ذات لره چې ستاینه یې وکړه هغه ژبې چې پوهیږې
چې د هغه تسبیح کول تر ټولو ښه رسۍ دی
پاکي ده هغه ذات لره چې که هغه وغواړي مجرم شرموي
او که وغواړي د لوی او کوچني ګناه بښنه کوي
پاکي ده هغه ذات لره چې موږ له هغه ځواکمن ذات څخه د بخښنې تمه لرو
او هغه ته پناه وړو د ظالم د غچ اخیستلو څخه
الله –سبحانه و تعالی- دې موږ د هغو کسانو په ډله کې وشمیري چې د هغه تسبیح کوي، او د هغو کسانو نه چې په نومونو او صفاتو یی ایمان لري، او هغه کسان چې د هغه توحید او تعظیم مني؛ یقینا چې هغه اوریدونکی نږدې دی.
(فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ (17) (نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ. وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ (18)) (او خاص هغه لره ستاينې دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ) [الروم سورت: ايت 17-18]،
14
د ټولو عیبو څخه پاک -جل جلاله-
نن ورځ خپل ځان په بیه واخله! بازار شتون لري، نرخ شته، توکي ارزانه دي، په دې بازار او مالونو باندې به داسې ورځ راشي چې په هغه وخت کې به لږ یا ډېر ته لاسرسی و نلرې: (ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ) (دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده) [التغابن سورت: ايت 9]، (وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ) (او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي) [الفرقان سورت: ايت 27] .
که ته د پرهیزګارۍ په توښې سره لاړ نشې ... او د قيامت په ورځ وګورې چې نورو خلک به له هغې څخه دیر څه له ځانه سره راوړي وي
نو پر دې حالت به پښیمانه شې چې ته د هغوی په څیر نه وې ... او تا وا نه خیستل هغه څه چې هغوی اخیستلي وو
موږ د الله له ښکلي نومونو څخه یو له هغه نوم سره تم کیږو چې موږ الله ته نږدې کوي، او دغه نوم د توحید خلاصه دی، او د اسماء او صفاتو د توحید له دوه ستنو څخه یوه ستنه ده چې هغه: د الله – جل و علا - نوم (القدوس) دی.
هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى، ښه پاك دى) [الحشر سورت: ايت 23]، او په صحیح مسلم کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په رکوع او سجده کې ویل: «سُبُّوحٌ قُدُّوسٌّ، رَبُّ المَلَائِكَةِ وَالرُّوْحِ»، «یعنې هغه د ستاینې وړ او سپیڅلی ذات دی، د ملاېکو او روح څښتن دی».
او د امام احمد په مسند کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کله د وتر لمونځ پای ته ورساوه، ویې فرمایل: «سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ، سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ، سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ»، یعنی ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی، ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی ، ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی ،" او په دریم ځل ویلو سره به یې خپل غږ لوړ کړ. [صحیح حدیث دی]
القدوس په لغت کې پدې معنا سره راځي: طهارت، پاک او منزه، او همدارنګه د مبارک په معنا هم راځي.
زموږ رب – سبحانه و تعالی-، القدوس دی، او هغه: چې له عیبونو او نقصانونو څخه پاک دی، له میرمن او اولادونو او شریکانو څخه پاک دی، په فضیلتونو او نیکیو پیژندل شوی، او د کمال په صفاتو باندې ستایل شوی دی.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی – د برکت خاوند دی؛ هغه ذات چې هر وخت د هغه فضل او خیر عام او خپور شو په ځمکه او اسمانونو کې، د هغه نوم، کړنې، ذات، او غوره صفتونه یې برکت دي، او هغه ذات دی چې په خپل حکمت سره خپل مخلوق پاکوي چا ته چې وغواړي؛ (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاک كړي په پاکولو سره. [الأحزاب سورت: ایت 33].
هغه لره پاکي ده!
او زموږ رب - عزوجل - د تقدس، پاکوالي او درناوي وړ دی؛ له ټولو مخلوقاتو څخه.
او تقدیس: د اسمان میشتو – ملائکو- عبادت دی: (وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ) (او مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو) [البقرة سورت: ایت 30].
او ټول کائنات د الله – سبحانه و تعالی- پاکي او تسبیح بیانوي. (يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى) [التغابن سورت: ایت 1]، (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ) (خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اووه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي) [الإسراء سورت: ایت 44].
ته تر ټولو مستحق يې..
او په مخلوقاتو کې تر ټولو مستحق چې باید پاکي او تنزیه بیان کړي: د آدم اولاده دي.
او د الله -جل و علا- درناوى په دې شیانو باندې کیږي:
د هغه –سبحانه و تعالی- سره مینه او د هغه تعظیم له ټولو نیمګړتیاوو او عیبونو څخه لوړ دی.
او د هغه څه ثابتول چې ځان لپاره یې ثابت کړي او یا رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د هغه لپاره تایید کړی وي، او هغه پاک ګڼل د مخلوق سره له مشابهت څخه:
او هغه پاک ګڼل د مخلوق د مشابهت څخه: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت11].
له شرک څخه یې پاک ګڼل، بیا د هغه قانون ته رجوع کول او هغه باندې راضي اوسیدل، او الله –سبحانه و تعالی- باندې له بد ګمانۍ څخه لرې اوسیدل.
او که څوک د هغه څه خلاف ګمان وکړي چې هغه پرې ځان ستایلی او یا یې پرې رسولانو ستایلی، او یا یې هغه حقیقتونه ناچل وګڼل چې ځان یې پرې یاد کړی دی او یا یې پرې رسولانو یاد کړی دی؛ نو دغه کس په حقیقت کې په الله باندې بد ګماني کړې ده.
دا او د هغه له صفتونو څخه د پاکی صفت دی ... پاکی او تعظیم رحمان ذات لره ده
په هغه کې ستا برخه..
مؤمن د اطاعت په کولو، او له ګناهونو او سرغړونو څخه په لرې اوسیدلو سره ځان پاکوي، او لرې کول د هغه شي چې زړونه پرې زنګ وهلي دي، او د حرام مال له خوړلو څخه لرې والی، د مال پاکول له شبهو او شک څخه، دا هغه څه دي چې الله – جل وعلا- پخپله وینا سره د هغه یادونه کړې ده: (قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا (9) (یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ. وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (10)) ( او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ) [الشمس سورت: ایتونه 9-10].
او الله –عزوجل- فرعون ته د موسی -علیه السلام- د لیږلو موخه بیان کړه، دا چې: خپل ځان باید د الله – سبحانه و تعالی- د پاکوالي سره پاک كړي -: (اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ (17) (ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده. فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰ أَن تَزَكَّىٰ (18) نو ته (ورته) ووایه: آیا ته دا خوښوې چې ته پاك شې. وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ (19)) او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې) [النازعات سورت:آیتونه 17-19].
نو لدې امله؛ پرته لدې ایماني پاکوالي څخه کامیابي نشته، (قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ (14) (یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو. وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ (15)) او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ) [الأعلى سورت:14-15]، بلکې د ظالم قوم څخه تقدیس او پاکوالی له منځه وړل کیږي.
له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح روایت دی چې هغه وفرمایل: «إِنَّ اللهَ لَا يُقَدِّسُ أُمَّةً لَا يَأْخُذُ الضَّعِيفُ حَقَّهُ مِنَ القَوِيِّ» "الله د هغه قوم درناوی نه کوي چې کمزوری له زورور څخه خپل حق نه اخلي" [صحیح حدیث دی. بیهقي په سنن الکبری کې روایت کړی دی]. او په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: " څنګه به الله یو قوم دروند کړي چې له زورورو څخه د کمزورو حق نه اخيستل کیږي؟"
او کله چې ابو الدرداء سلمان الفارسي-رضی الله عنهما- ته ولیکل ترڅو له عراق څخه سپېڅلې ځمکې ته هجرت وکړي؛ سلمان په داسې فصاحت سره ځواب ورکړ چې د قداست او پاکوالي مفهوم واضحوي؛ هغه وفرمایل: ځمکه د هیچا د پاکوالي سبب نه ګرځي! بلکې انسان په خپل عمل سره ځان پاکوي.
پاکي ده هغه ذات لره چې تر اوسه هم د هغه رزق شتون لري، پاکي ده هغه ذات لره چې په خاطرو سره آرمانونه ورکوي
د ټولو جهانیانو لپاره تضمین دی، چې نفس ولري او ژبې د هغه بیان نه وي کړی
اې الله، موږ له تا څخه غوښتنه کوو اې پاک او ستایل شویه ... اې پاکه ربه! موږ پاک کړه، موږ ته بخښنه وکړه او په موږ رحم وکړه؛ اې د ډېر رحم څښتنه!
السَّــلاَمُ (سلامتیا بخښونکی ذات) -جل جلاله-
له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ السَّلَامَ: اسْمٌ مِنْ أَسْمَاءِ اللهِ -تَعَالَى-، وَضَعَهُ اللهُ فِي الأَرْضِ؛ فَأَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «السلام: د الله –تعالی- له نومونو څخه یو دی، چې الله په ځمکه کې ایښی دی؛ نو تاسو په خپل منځ کې سلام خپور کړئ». [صحیح حدیث دی. بخاري په «الأدب المفرد» کې روایت کړی].
مؤمن بیا هم له الله څخه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا غوښتنه کوي؛ اما د دنیا سلامتیا: هغه ظاهري او باطني ده:
ظاهري: لکه د ناروغیو او مرضونو څخه روغتیا، او له هر هغه څه نه په امن کې پاتې کیدل چې بد ګڼل کیږي.
او باطني په دې دنیا کې: د دین خوندیتوب، او د کفر، بدعت او نافرمانۍ څخه د یقین خوندیتوب.
دا هغه څه دي چې مؤمن یې غوښتنه کوي او دا د ایمان ترټولو قوي دلیل دی، که دا تاسو ته درکړل شي، نو تاسو به د روغ زړه څښتن اوسئ، او د سلامتیا کور ته به ننوځئ.
هرڅوک د سلامتیا او خوندیتوب په لټه کې دي، او الله – تبارک و تعالی- سلام دی.
ابن القیم -رحمه الله- وایي: «څومره کسان به وي چې دا نوم یې یاد کړی وي نه پوهیږي چې پدې نوم کې څه رازونه او معنا ګانې شتون لري !!».
هغه –تبارک و تعالی- فرماېلي: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ) ( دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتيا وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور) دی. [الحشر سورت: ایت 23].
زموږ السلام رب –جل و علا-: له هر عیب او نیمګړتیا څخه سالم دی؛ د خپل ذاتي کمال، صفتونو او خپلو اعمالو د بشپړتیا له مخې سالم دی.
نو سلامتیا: بې زاري، او ویل شوي چې : هوساینې او عافیت ته ویل کیږي.
او هغه سلام دی او په حقیقت کې هم سالم دی
له هر ډول تمثیل او نیمګړتیاو څخه سالم دی
او زموږ رب - جل و علا- له هر نوم څخه پدې نوم سره ډیر مستحق دی چې ورته ورکړل شوی دی.
د سلام نوم د سیوري لاندې:
د الله –عزوجل- په صفتونو کې پدې نوم کې فکر وکړه! نو د هغه ژوند له مرګ څخه سلامتیا ده، له پرکالۍ او خوب څخه، او د هغه نظام چلول او قدرت یې د ستړي والي څخه سلامتیا ده.
او د هغه په پوهې کې فکر وکړه! چې له هغه څخه هیڅ څیز نه جلا کیږي، یا د هیریدلو ستونزه ورته پیدا شي، او یا په یاد راوړولو او فکر کولو ته اړمن شي! (وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) ( او ستا له رب څخه نه په ځمكه او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه لدې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي) [يونس سورت: ایت 61] ، (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) (او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى) [مريم سورت: ایت 64].
او د هغه خبرې له درواغو او بې انصافۍ څخه خوندي دي، بلکې د هغه خبرې په حق او انصاف سره كمال ته رسېدلې دي: (وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا) (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده) [الأنعام سورت: ایت 115].
د هغه بې نیازي په یو ډول او د نورو له اړتیا څخه سالمه ده، بلکې له هغه څخه پرته ټول ورته محتاجه دی، او هغه له ټولو څخه بې نیازه دی.
او د هغه پادشاهي د هر ډول منازعه کوونکي او یا ګډون کوونکي، یا مرستیال یا غلبه کوونکي څخه سالمه ده.
او د هغه مهرباني، د هغه عفوه، د هغه بخښنه، او بنده ته یې له ګناه څخه تېریدل لري دي له دې چې هغه اړتیا ولري او یا د هغه سپکاوی وشي او یا د رول لوبولو په موخه کوم کار وکړي؛ لکه څنګه چې د هغه پرته نور خلک یې کوي.
حتی د هغه عذاب ورکول او انتقام هم خالي دي لدې نه چې دا دې د ظلم، زړه یخوالي، بې رحمۍ او سختۍ له مخې وي، بلکې دا د هغه خاص حکمت او عدالت دی، (وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ) (او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى ندى) [فصلت سورت: ایت 46].
د هغه په قضا او قدر کې فکر وکړه! هغه پاک دی له عبث، بې انصافۍ، او ظلم څخه.
د هغه په شریعت او دین کې فکر وکړه! هغه له تضاد، اختلاف او ګډوډۍ څخه پاک دی. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا) ( ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و) [النساء سورت: ایت 82].
خپل عرش باندې د هغه استوا او لوړوالی خالي دي لدې نه چې دا دې محتاج وي یو څه ته چې دا بار کړي او ورباندې استوا وکړي، بلکې عرش هغه ته محتاج دی او د هغه حمل کوونکي هغه ته محتاج دي؛ هغه د عرش، د هغه د حمل کونکو څخه بې نیازه دی، او همدارنګه پرته له خپل ذات څخه له نورو ټولو څخه بې نیازه دی.
او د هغه اوریدل او لیدل بچ دي له هر هغه څه چې تشبیه کوونکی یې تصور کوي، او یا تعطیل کوونکی یې وايي.
حتی د خپلو دوستانو سره د هغه مینه د مخلوق سره د مخلوق د مینې له نښو څخه خالي او سالمه ده. داسې چې د مخلوق مېنه د ضرورت او اړتیا له مخې وي، او یا چاپلوسي وي، او یا د هغه د نږدې کېدو هدف د هغه نه فاېده پورته کول وي.
د مینه والو ډالۍ:
او د الله درود او سلام په خپلو پیغمبرانو او رسولانو باندې د دوی د ایمان او نیکۍ له امله و؛ تر څو بشر همدغه تګلاره تعقیب کړي؛ او هیڅوک دې هغوی په بدۍ نه یادوي: (وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ) (او سلام دې وي په رسولانو باندې) [الصافات سورت: ایت181] ، بیا الله –عزوجل- یحیی -علیه السلام- ته عزت ورکړ؛ هغه یې په څو ځایونو کې په سلام باندې ځانګړی کړ - ویل کیږي-: دغه ځایونه د مخلوقاتو لپاره ترټولو د وحشت او تعجب ځایونه دي -: هغه ورځ چې پيدا شو؛ خپل ځان به د هغه څه څخه بهر وویني چې هغه پکې وو، او هغه ورځ چې دى به مري؛ هغه به داسې خلک وویني چې مخکې یې نه وو لیدلي، او کله چې بیا راژوندی شي؛ او هغه وخت به ځان په لوی محشر کې وویني؛ (وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا) (او پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي) [مريم سورت: ایت 15].
څوک چې د الله –تبارک و تعالی- د لارښوونو پیروي کوي - د هغه له غضب او عذاب څخه خوندي دی، او دا د الله ددې قول په معنی ده: (وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ) (او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي) [طه سورت : ایت 47].
او جنت: د سلامتیا كور دی: (۞ لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِندَ رَبِّهِمْ) (د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى) [الأنعام سورت: ایت 127].
او الله -تبارک وتعالى- به په جنت کې په خپلو بندګانو سلام وایي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) (سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى) [يس سورت: ایت 58].
او ملاېکې هغو صالحو بندګانو ته سلام کوي کله چې د دوی روح اخلي او هغوی ته ډاډ ورکوي: (الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (هغه كسان چې ملايک يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول) [النحل سورت: ایت 32].
له هغې څخه ستا برخه ..
د الله له عبادت څخه د هغه د السلام –سبحانه و تعالی- په نامه عبادت کول دي: دا چې د مسلمان زړه او ژبه د مسلمانانو له هر ډول ضرر څخه سالم وې؛ ځکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «المُسْلِمُ: مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُوْنَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللهُ عَنْهُ» "مسلمان هغه څوک دی چې د ژبې او لاس څخه یې مسلمانان په امن وي، او مهاجر هغه څوک دی چې د الله –تعالی- لخوا منع شوي کړنې پریږدي". [ بخاري او مسلم روایت کړی].
د ضرر د مخنيوي تر کچې یې حق نه ادا کېږي، بلکې د دې ستر نوم حق په بشپړ دول بايد ادا شي؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «إِنَّ السَّلَامَ: اسْمٌ مِنْ أَسْمَاءِ اللهِ -تَعَالَى-، وَضَعَهُ اللهُ فِي الأَرْضِ؛ فَأَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «السلام: د الله –تعالی- د نومونو څخه یو نوم دی، چې الله په ځمکه کې ایښی دی؛ نو تاسو په منځ کې سلام (سوله، سلامتیا) خپره کړئ». [صحیح حدیث دی. بخاري په ادب المفرد کې روایت کړی].
او د سلام«السلام عليكم» له فضيلت څخه : دا دی چی دا د امن او سلامتیا کور ته رسوي، په صحيح روايت سره راغلي چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: «لَا تَدْخُلُونَ الجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوْا، وَلَا تُؤْمِنُوْا حَتَّى تَحَابُّوْا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوْهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوْا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمن نه شئ تر څو چې یو له بل سره مینه ونه کړئ، ایا زه تاسو ته د داسې لارې لارښوونه ونه کړم کچیرته هغه ترسره کړئ خپل منځ کې به مو مینه زیاته شي؟ خپل منځ کې سلام خپور کړئ». [مسلم روایت کړی].
وقفه.. (تم کېدل)
داسې نه ویل کیږي چې: السلام على الله! یعنې په الله تعالی دې سلام وي
ځکه سلام د الله لپاره دی او د هغه له طرفه دی، او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د صحابه کرامو څخه واورېدل چې ویل یې: السلام علی الله! رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، وَلَكِنْ قُوْلُوْا: التَّحِيَّاتُ لِلهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالحِينَ. «یقینا الله سلام دی، مګر ووايئ: ثنا،ستاینې او پاکي الله لره دي،ای نبي ! پرتا دې سلام،د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله بنده او رسول دی.
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمْدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ» شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله بنده او رسول دی». [بخاري روایت کړی او مسلم هم په همدې ډول روایت کړی].
او بل روایت کې راغلي: «فَإِنَّكُمْ إِذَا قُلْتُمُوْهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالأَرْضِ» "که تاسو دا ووایاست، دا به په اسمانونو او ځمکه کې د الله هر نیک بند ته ورسیږي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
اې الله، ته سلام یې، او ستا له طرفه سلامتیا ده، ته د برکت والا یې، اې د عظمت او عزت خاونده.
اې الله! ماته زما دین سم (برابر) کړه، هغه چې زما د هرې چارې ساتونکی (بچ کوونکی) دی، او ماته زما دنیا سمه (برابره) کړه، هغه چې زما ژوند پکې دی، او ماته زما آخرت سم (برابر) کړه، هغه چې زما ورته بېرته ګرځېدل دي، او موږ د سلام کور ته داخل کړه، اې زموږ ربه! ته په هر څه قادر یې.
16
المُؤْمِنُ (امن ورکونکی) ذات -جل جلاله-
د غرونو له څوکو څخه: د خلاصون لمر ځلیږي، او همدارنګه د غونډیو په څنډو کې: د رڼا هیله ځلیږي، او د غم په هره دروازه کې د خوښۍ ټکاری کیږي.
سترګې خلاصې کړه، او لاسونه پورته کړه، پر خپل ځان باندې اندیښنې سره مرسته مه کوه، مه پریږده چې نا امیدي ستا خوا ته راشي؛ دلته داسې ذات شته چې تا ته امنیت بخښي، او تا ته ریښتیا وایي.. هغه المُؤْمِنُ – جل و علا – دی.
کب، شارک، مرغان او ځناوران؛ ټول المؤمن -سبحانه وتعالى- څخه د خوندیتوب او امان امید لري.
نو المؤمن (امن ورکونکي) - جل وعلا - ته رجوع وکړه، او هغه ته د خپل حالت شکایت وکړه؛ ځکه د هغه خلاصول د بریښنا څخه هم ګړندي دي، او هغه لره په هره شیبه کې لطفونه او مهربانیانې دي .
المؤمن – جل وعلا - د الله –عزوجل- له نیکو نومونو څخه یو نوم دی؛ او الله فرمایلي دي: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى) [الحشر سورت: ایت 23].
د (المؤمن) نوم په قرآن کریم کې په یو آیت کې ذکر شوی دی، او دغه نوم: د ویریدونکو، امید لرونکو لپاره امان او د غمځپلو لپاره خلاصون دی.
وقفه (تم کېدل) ... د المـؤمـن د نوم له سیوري لاندې:
علماوو ویلي دي: المؤمن دوه معناوې لري:
لومړی: تصدیق دی، او تر ټولو لوی تصدیق له هغه وخته چې الله مخلوقات پیدا کړي ترڅو چې قیامت ولاړ شي: د الله –جل وعلا- تصدیق پر خپل ځان باندې دی، او پر خپل ځان د وحدانیت او یوازې د هغه معبودیت باندې ګواهي، او په هر هغه څه چې د خپل کمال او لوړو صفتونو ستاینه کول، الله –تبارک و تعالی- د خپل ځان په اړه فرماېلي: (شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ) (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى) [آل عمران سورت: ایت 18] ؟ دا د لوی پادشاه لخوا د غورو ګواهیو څخه دي چې صادرې شوې دي، او هغه: الله رب العالمین دی؛ تر ټولو لوی او غوره هغه څه چې د هغه په اړه ګواهي ورکول شوي، او هغه: د الله –تبارک و تعالی- وحدانیت، او د هغه لپاره د دین اخلاص، او د عدالت ټینګول دي.
او زه ګواهي ورکوم چې له هغه پرته بل رب نشته ډېر سخي او ډېر رحم کونکی دی، له هغه څخه سوال او دعا غوښتل کیږي او هغه هيله ورکوي.
هغه –عزوجل- دی چې د خپلو خبرو او وعدو تصدیق کوي: (وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا) (او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟!) [النساء سورت: ایت 122].
او د خپلو پیغمبرانو تصدیق یې وکړ او د هغوی د لاسونو له لارې یې نا اشنا نښانې او معجزې وښودلې: (قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ) (یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه لویه نښه راوړې ده) [آل عمران سورت: ایت 49] ، (وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ) (او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو) [الحجر سورت: ایت 64].
او د خپلو بندګانو لپاره په دنیا کی د بریا تصدیق، او په ځمکه کې واکمني، او په آخرت کې د اجر ژمنه کړې ده، هغه –جل و علا- فرمایي: (ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ) ( بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل) [الأنبياء سورت: ایت 9].
او د کافرانو لپاره په دنیا او آخرت کې د عذاب او ذلت تصدیق کوي څرنګه چې هغوی سره وعده شوې ده، هغه – جل و علا- فرمایي: (وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ) ( او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى) [الأعراف سورت: ایت 44].
او د الله –تبارک و تعالی- خبرتیاوې ټولې ریښتیا دي.
اې الله! زه تا باندې باور لرم اې زما ربه ... او زما لپاره هیڅ کومه دروازه نشته پرته ستا له دروازې څخه
او الله –سبحانه و تعالی- هغه کسان خوښوي چې په خپلو وعدو او خبرونو کې رښتیني وي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ) [التوبة سورت: ایت 119].
او دویم یې: امن او امان دی، او هغه د وېرې ضد دی، (وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ) (او دوی ته یې له ويرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) ورکړې ده) [قريش سورت: ایت 4].
خلک د ناروغۍ له وېرې، د درملو د نشتوالي، د دښمنانو د تسلط، بې وزلۍ او یا د تیار مرګ تر منځ شتون لري؛ تاسو ګورئ چې دوی د خوراکي توکو د رانیولو په لټه کې دي، قلعې او کلاګانې جوړوي، روغتونونه جوړوي، بندونه جوړوي، او کمزوري خلک او هیوادونه د امنیت لپاره ځواکمنانو ته پناه وړي.
او په څو شیبو کې دغه ځواک نړیږي، او کارونه ښکاره کیږي، او د دوی سره هیڅ شی نه پاتې کیږي پرته له دې چې مؤمن –سبحانه و تعالی- ته پناه ویسي؛ هغه خپلو بندګانو ته امن ورکونکی دی، دوی له هغه څخه تښتې او بیا ورته راستانه کیږي، هغه د دوی او د ټولو کایناتو خالق دی، د بنده ګانو ټولې چارې د هغه په لاس کې دي.
او کله چې د الله –عزوجل- عذاب پر كوم قوم راشي؛ هیڅوک نشته چې له هغه څخه یې خوندي کړي، او بشر واک نلري چې په شا یې واړوي: (أَأَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ (16) (ایا تاسو په امن (او بې وېرې) شوي يئ له هغه ذات نه چې په اسمان كې دى، له دې نه چې هغه تاسو په ځمكه كې ښكته ننباسي، بیا دغه (ځمكه) ناڅاپه لړزان شروع كړي. أَمْ أَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ (17)) (ایا تاسو له هغه ذات، نه چې په اسمان كې دى په امن (او بې وېرې) شوي یئ، له دې نه چې پر تاسو باندې د كاڼو باران راخوشې كړي، نو تاسو به ژر پوه شئ چې زما وېرول څنګه دي) [الملك سورت: ایتونه 16-17].
درې ځایونه:
خلک په دریو ځایونو کې امنیت لټوي، او ټول یې د المؤمن –عزوجل- په لاس کې دي، چې په هر څه قادر دی، او هغه نه ورکوي مګر یوازې خپلو پرهېزګارو اولیاوو ته یې ورکوي:
لومړی ځای: په دنیا کې هر اړخیز امنیت، (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ) (او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې له اسمان او زمكې نه بركتونه پرانستلي وى) [الأعراف سورت: ایت 96].
او دویم ځای: د ځنکدن په وخت کې د امنیت غوښتنه کوي، او کله چې د مرګ ملاېک راښکته کیږي، او په برزخ کې کله چې دوه ملاېکې وګوري.
نو دلته د مومنانو لپاره امنیت او ښه زیری راځي: (إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ) (بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه) [فصلت سورت: ایت 30].
او دریم ځای: په آخرت کې د لویې ویریې په وخت کې دی؛ چیرته چې د پرهېزګارانو لپاره ترټولو لوی امنیت دی، الله - عزوجل - فرمایي: (لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَٰذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ) (دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه) [الأنبياء سورت: ایت 103].
او امنیت یوازې موحدینو ته ورکول کیږي: (مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ) (هغه څوك چې یوه نېكي (د توحید كلمه) راوړي، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او دوى به د دغې ورځې د سختې وېرې نه په امان (امن والا) وي) [النمل سورت: ایت 89].
او ستا امنیت به ستا د ایمان په اندازه وي؛ ځکه الله –عزوجل- فرمايي: (الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ) (هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم (شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي) [الأنعام سورت: ایت 82].
په هغه کې ستا برخه ...
نو؛ د مومنانو لپاره د دې لوی نوم له ثمرو څخه: دا دي چې دوی پوه شي چې الله –عزوجل- په سختیو، مصیبتونو او آفتونو کې د دوی ساتنه کوي، او پدې هم پوه شي چې بدله د عمل له جنس څخه ده، نو دوی د خلکو له شر او لالچونو څخه خوندي دي؛ او هغه امان په لرلو سره چې له الله سره دی لیوالتیا لري، او د دې ویره لري چې د قیامت په ورځ به له دوی څخه امنیت او خوندیتوب واخیستل شي.
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح سند سره روایت دی چې هغه وفرمایل: «أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِالمُؤْمِنِ؟ مَنْ أَمِنَهُ النَّاسُ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ، وَالمُسْلِمُ: مَنْ سَلِمَ النَّاسُ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ» «ایا زه تاسو ته د مؤمن په اړه خبر درنکړم؟ څوک چې هغه سره خلک خپل مال او ځان په امن کې و ګڼي، او مسلمان هغه څوک دی چې خلك د هغه د ژبې او لاس له شره په امن کې وي». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
اې الله! موږ په خپلو وطنونو کې خوندي ولره ... اې الله! زموږ ویره په امنیت بدله کړه، زموږ عملنامه په ښي لاس راکړه، او زموږ حساب اسانه کړه.
17
ساتونکی او نګهبان -جل جلاله-
دا پیغام هر هغه چا ته دی چې له ژونده ستړی او تنگ شوی وي، او وخت ورباندې فشار راوړی وي، او دردونه یې څکلي وي.. موږ تا ته زیری درکوو چې دلته د خلاصون لار شته او بریا نږدې ده، له سختیو وروسته راحت، او له سختۍ وروسته اسانتیا شته.
هلته روښانه هیله او ښه راتلونکی او رښتینې ژمنه شتون لري: (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) (وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي) [الروم سورت: ایت 6] ، آیا ستا مولا او پیدا کونکي ندي ویلي چې: (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) ( او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ) [الأعراف سورت: ایت 180]، بیا کله چې هغه پدې نمونو سره وبلې؛ نو پایله به یې څه وي؟ (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60].
دلته مونږ د هغه -عزوجل- د یو له خورا ښکلي نومونو (المهیمن –جل وعلا-) په پیژندلو سره هغه ته نږدې کیدل غواړو :
د الله –عزوجل- پېژندنه د هغه په ډېرو ښکلو نومونو او صفتونو سره: د دین اصل، د لارښوونې اساس دی او تر ټولو غوره او واجب هغه څه دي چې زړونه یې لاسته راوړي، او نفسونه یې ترلاسه کوي، او عقلونه یې درک کوي.
د الحشر سورت په پاي کې د الله –عزوجل- نوم (المهیمن) ذکر شوی دی: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى، او نګهبان (محافظ) دى). [الحشر سورت: ایت 23].
او زموږ رب المهیمن – عزوجل- هغه: د خپل مخلوق په ټولو چارو او کارونو کې مسؤول دی؛ هغه د پټو کارونو او د سینو له رازونو څخه خبر دی؛ هغه ذات چې هر څه يې په خپل علم سره راګیر کړي دي، د مخلوقاتو پر کارونو ګواه دی، د دوی په وينا او عمل کې د دوی څارنه کوي، د دوی هیڅ عمل له هغه څخه پټ نه دی، او له هغه څخه نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شي) پټېدای شي: (وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) ( او ستا له رب څخه نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي) [يونس سورت: ایت61].
دا د بنده حالات او د هغه د شپې او ورځې بدلونونه دي، د هغه پټه او ښکاره، د هغه اقامت او سفر؛ هغه ذات ته معلوم دي چې په غیبو باندې پوهه لري، او بنده پسې یې لیکلي دي: (فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى) (نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي) [طه سورت: ایت 7].
پټې مشورې او پټې خبرې د هغه لپاره ښکاره دي، او حتا ډیرې پټې خبرې هم د هغه لپاره روښانه دي.
هغه ساتونکی او نګهبان دی..
د منافقانو یوې ډلې دسیسې او پلانونه جوړول؛ نو هغه ذات چې په غیبو پوه دی د هغوی دسیسې یې ښکاره کړې، هغه –سبحانه و تعالی- فرمایی: (يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ الْقَوْلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا) ( دوى (خپل جرمونه) له خلقو نه ډېر پټوي او له الله نه يې نه پټوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى) [النساء سورت: ایت 108].
له بدر څخه وروسته عمیر بن وهب او صفوان بن امیه د شپې د کعبې تر څنګ کیناستل؛ دوی د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د وژلو دسیسې جوړولې، نو الله خپل رسول د دوی په دسیسو او کړنو خبر کړ.
د اسمان پر عرش باندې حاکم او نګهبان دی ... د هغه د عزت لمخې ټول مخونه هغه ته احترام او سجده کوي
هو؛ هغه –جل و علا- ساتونکی او نګهبان دی، امانتدار، ګواه، او د خپل مخلوق پر اعمالو څارونکی دی.
ډاډه اوسه!
اې هغه څوک چې سترګې مو له اوښکو ډکې شوي! خپلې اوښکې پاکې کړه، او سترګې دې آرامې کړه، او آرام شه! ستا لپاره د کایناتو د خالق له خوا سرپرستي ده، او ستا لپاره د هغه د مهربانیو څخه پالنه ده.
او - اې بنده- ډاډه اوسه! قضاوت بشپړ شوی، انتخاب شوی، او مهربانۍ شوي دي.
څو وارې مونږ له مرګه وېرېدلي یو؛ خو موږ مړه نشو؟!
څو وارې زموږ پر مخ لارې تنګې شوې، رسۍ مو پرې شوې، او په مخونو کې مو افقونه تیارې شوې؛ خو وروسته بیا بریا او کامیابي، خیر او زیري راغلي؟! (قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ) (ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دغه (مصيبت) نه نجات دركوي او له هر غم نه هم، بیا (هم) تاسو شرك كوئ) [الأنعام سورت: ایت 64].
څو وارې زموږ پر وړاندې نړۍ تیارې شوې، او سره له دې چې آسمانونه او ځمکې پراخه دي خو بیا هم زموږ لپاره تنګ شوي وو؛ نو دا دی عمومي خیر او اسانتیاوې راغلې؟! (وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [يونس سورت: ایت 107].
زموږ رب المهيمن -عز وجل- دی، او ټول جلال عزت هغه لره دي، بریا او غلبه هغه لره ده، او خلاصون د هغه له لارې ترسره کیږي.
ابن کثير له وهب بن منبه څخه یو نثر نقل کړی چې وايي: الله –تبارک و تعالی- په خپلو ځينو کتابونو کې فرمايي: (زما په عزت او جلال قسم! هيڅ بنده پر ما منګولې نه خښوي، مګر داچې اسمانونه او ځمکه هغه ته نږدې کیږي، او د هغې تر منځ هغه لپاره د وتلو لاره پيدا کوي، او زما په عزت او جلال قسم! هيڅ بنده زما ځخه پرته په نورو باندې منګولې نه خښوی؛ مګر دا چې ځمکه د هغه د پښو لاندې خړوب کړي).
ستا عظمت له منځه نه ځي اې مهیمن ذاته ... ستا پادشاهي همېشنۍ او نوی ده ... او ستا حکم په هر کار کې نافذ دی ... او هغه کې به یوازې هغه څه کیږي چې ته یې غواړې
زه پادشاهانو ته لاړم، او هرې دروازې ته لاړم ... هغه باندې قوي او سخت نګهبانان مقرر دي ... خو ستا دروازه د سخاوت کان دی ... ای هغه ذاته؛ چاته چې شړل شوی بنده تلل غواړي
د نجات رسۍ...
زموږ رب -عزوجل – خپل کتاب چې: قرآن کریم دی پر پخوانیو کتابونو باندې یې غالب او محافظ توصیف کړی دی: (وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ) (او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى)، [المائدة سورت: ایت 48].
قرانکریم مخکني کتابونو باندې حاکم دی؛ هغه کې یې هغه څه سره راوستي چې په هغو کې غوره وو، او هر هغه څه چې په مخکنیو کتابونو کې منسوخ شوي دي هغه څه دي چې قرآن نسخ کړي دي، او بني اسرائیلو ته یې هغه څه وویل چې دوی په هغه کې اختلاف درلود، او د هغوی تحریف یې روښانه کړ، او پخوانیو کتابونو چې کوم حقایق په ځان کې رانغاړلې وو هغه یې روښانه کړل.
او هیڅ مسلمان په دې باندې ایمان نلري مګر دا چې د الله –سبحانه و تعالی- کتاب د هغه په سینه کې مینه او خوښي پیدا کوي؛ او هغه د الله ثنا او د هغه د لارښوونې مننه ادا کوي؛ او دا هغه څه دي چې هر انسان یې تمه لري، او مومن یې په هر رکعت کې غوښتنه کوي: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَايَه) [الفاتحة سورت: ایت 6].
اې نګهبان ذاته! مونږ ته د هدایت کوونکو سره هدایت وکړه، او زمونږ متولي شه د هغه خلکو سره چې ته یې متولي یې، او مونږ ته او زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه.
18
پر ټولو غالب -جل جلاله-
حاکم په "المستدرک" کې د عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- په حواله ليکلي دي: کله چې شام ته راغى، کله چې د اوبو نهر ته ورسید نو عمر له خپل اوښ څخه ښکته شو او چپلکې يې وویستلې، بيا يې د اوښ قیضه ونیوله او د ابو له نهر څخه تیر شو.
ابو عبیده بن الجراح ورته وویل: اې امیر المومنین، تاسو ددې منطقې د خلکو له عرف او عادت خلاف لوی کار وکړ! تا خپلی چپلکې وویستلې، بيا دې اوښ وړاندې کړ، او له نهر څخه تیر شوې.
نو عمر په خپل لاس د ابو عبيده سينه ووهله؛ او ویې ویل: اوه! اې ابو عبيده! که پرته له تا څخه بل چا ویلی وای.
تاسو تر ټولو کم خلک وئ، نو الله تاسو ته په اسلام سره عزت درکړ، نو پرته له اسلام څخه که عزت ولټوئ، الله –سبحانه و تعالی- به تاسو ذليل کړي.
الله -تبارك وتعالى- فرماېلي: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت 10].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل ځان په صفت کې داسې فرمايي: (وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) (او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى) [الشعراء سورت: ایت 9]، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 6]، او هغه موږ ته له اوو اسمانونو څخه پورته امر وکړ چې پدې باندې پوه شئ او ډاډه اوسئ: (وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) (او پوهه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى) [البقرة سورت: ایت 260].
او زموږ غالب رب – تبارک و تعالی -؛ هغه ذات دی چې د عزت ټولې معناوې – که هغه وصف وي او یا بادشاهي- یې په خپل ځان کې را جمع کړي دي، او هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) ( هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت ١٠].
هغه د غلبې ویاړ لري؛ هغه پر خپلو دښمنانو غالب او د هغوی ماتونکی دی.
هغه د منع کولو ویاړ لري؛ د هغه د مخلوقاتو څخه هیڅوک هغه پاک ذات ته نشي رسیدلی، هغه په خپل ذات سره بې نیاز دی.
او هغه د ځواک ویاړ لري چې مشکلات د هغه د ځواک په مقابل کې ناتوان دي، او سختۍ د هغه د ځواک په مقابل کې نرمې شوي دي.
هغه غالب او برلاسی –سبحانه و تعالی- دی؛ د خپلو بندګانو څخه چې هر چاته وغواړي عزت وركوي.
هغه غالب او برلاسی –سبحانه و تعالی- دی؛ داسې ذات چې د هغه ګاونډي ته ضرر نه رسيږي، او د هغه پیروان نه ذلیل کیږي.
او هغه غالب او برلاسی ذات دی ... نا شونې ده چې د واک څښتن ته څه شی ضرر ورسولای شي ... او هغه غالب ذات دی او په خپل قدرت سره برلاسۍ دی ... چې دغه یې دوه صفتونه دي
او هغه غالب ذات دی کوم چې د هغه وصف دی ... او عزت لپاره درې معناوې دې ... او دا د هغه پاک ذات لپاره کامل صفتونه دي ... چې له هر اړخ څخه نیمګړیتا نلري
د غالب ذات پناه ګاه:
او کله چې مؤمنان پوهه شول او باور یې وکړ چې عزت یوازې د هغه –الله- له طرفه دی؛ هغه عزیز ذات لپاره یې عاجزي غوره کړه،او هغه ته یې مخونه واړول، دوی د هغه پناه ګاه ته پناه یوړه، د هغه تر څنګ یې پناه واخیستله، او د هغه څخه یې د عزت غوښتنه وکړه؛ ځکه چې دوی د هغه –عزوجل- دغه وینا تلاوت کړې ده: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت 10].
المدایني په خپل کتاب کې ذکر کړي دي چې وایي: «د یمن له خلکو څخه یو سړی حجاج ته راغی او د هغه ورور محمد بن یوسف څخه یې شکایت وکړ او په منبر کې له حجاج سره مخامخ شو، نو ورته پاڅېد؛ او د هغه د ورور محمد څخه یې شکايت وکړ، نو حجاج د هغه د بندي کیدو امر وکړ، او کله چې له منبر څخه ښکته شو؛ هغه یې راوغوښت په داسې حال کې چې هغه باندې په غوسه و، نو ورته یې وویل: تا څنکه جرأت وکړ چې زما د ورور شکایت وکړې؟! هغه ورته وویل: په الله قسم چې زه د الله په وړاندې ستا له ورور څخه پر تا د عزت ډیر حقدار یم، حجاج وویل: هغه پریږدئ».
ماته په ژوند کې د ذلت په پیاله کې اوبه مه راکوئ ... ماته د مړغوني اوبه عزت سره راکړئ
او هر څومره چې د مسلمان په زړه کې دغه نوم لوی شي، او په خپل ژوند کې د هغه د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي؛ دغه لاسته راوړنه به یې زیاته وي. (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ) (او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى) [المنافقون سورت: ایت 8].
تر ټولو عزتمند خلک: پیغمبران دي، بیا له هغوی څخه وروسته هغه مؤمنان چې د دوی پیروي کوي.
نو؛ لدې کبله په دنیا او آخرت کې عزتمند کس نشته پرته لدې چې الله تعالی هغوی ته عزت ورکړی وي. (قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (ته ووایه: اې الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې) [آل عمران سورت: ایت 26].
د هغو کسانو لپاره چې د عزت په لټه کې دي ..
نو څوک چې له الله پرته بل چا باندې د عزت غوښتونکی وي، نو هغه پر موقتي او فاني واکمنۍ، او قدرت وياړي.
او هغه به څوک وي چې د الله په مقابل کې راپورته شي او له هغه سره مبارزه وکړي او ماته ورکړي؟! د فرعون قوم په فرعون باندې عزت غوښته: (فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ) (نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو) [الشعراء سورت: ایت 44]، نو پایله یې څه وه؟ (فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ) (نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو) [الشعراء سورت: ایت 45].
ډېری خلک د کافرانو او د دين دښمنانو سره عزت لټوي، خو دغو خلکو د الله –عزجل- قدر نه دی کړی، او الله یې په حق سر نه دی پېژندلی! که نه نو، دغه خلک به ددوی له سترګو وغورځي چې دوی ورته وفادار دي؛ دوی که هر څومره ځواکمن وي او د هغوی د پلویانو شمېر ډیر وي؛ د الله د عزت، ځواک، جبروت او تسلط په مقابل کې هیڅ څه هم نه دي.
او الله –عزوجل- دوی ته وویل هغه عزت او خوند چې هغوی یې په لټه کې دي له بل چا سره به یې ونه مومي، بلکې د دوی حالت د منافقانو په شان شو؛ د دوی ظاهري بڼې له باطن سره توپیر درلود. (بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (138) (منافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى. الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) هماغه كسان چې له مومنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د هغو په خوا كې عزت لټوي؟ حال دا چې عزت خو ټول الله سره دى. [النساء سورت: ایتونه 138-139].
او ځینې یې په خپل ځان او خپلې قبیلې ویاړي، د امام احمد په مسند کې له ابی بن کعب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې وایي: دوه کسانو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په زمانه کې خپل نسب بیان کړ؛ یو یې وویل: زه فلانی د فلاني زوی د فلانې زوی یم، ته څوک یې؟ ته بې موره یې (د هيچا زوی نه يې)!
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «انْتَسَبَ رَجُلَانِ عَلَى عَهْدِ مُوْسَى -عليه السلام- ؛ فَقَالَ أَحَدُهُمَا: أَنَا فُلَانُ ابْنُ فُلَانٍ، حَتَّى عَدَّ تِسْعَةً، فَمَنْ أَنْتَ؛ لَا أُمَّ لَكَ؟! قَالَ: أَنَا فُلَانِ بْنُ فُلَانِ ابْنِ الإِسْلَامِ». «د موسی -علیه السلام- په زمانه کې دوه کسانو خپل نسب بیان کړو؛ یو یې وویل: زه فلانی د فلانې زوی یم، تر دې چې نهه پلرونه یې وشمیرل، نو ته څوک یې؟ ته بې موره یې؟! هغه وویل: زه فلانی د فلانې زوی د اسلام زوی یم».
قال: «فَأَوْحَى اللهُ إِلَى مُوْسَى -عليه السلام- : أَنَّ هَذَيْنِ المُنْتَسِبَيْنِ؛ أَمَّا أَنْتَ أَيُّهَا المُنْتَمِي أَوِ المُنْتَسِبُ إِلَى تِسْعَةٍ: فِي النَّارِ؛ فَأَنْتَ عَاشِرُهُمْ. هغه وفرمايل: الله موسى -عليه السلام- ته وحې وكړه: چې دغه دوه تړاولرونکي دي؛ اې هغه کسه چې نهو پلرونو ته ځان منسوبوې: په دوزخ کې کې دي؛ او ته به د هغوی لسم شې.
وَأَمَّا أَنْتَ يَا هَذَا! المُنْتَسِبَ إِلَى اثْنَيْنِ: فِي الجَنَّةِ؛ فَأَنْتَ ثَالِثُهُمَا فِي الجَنَّةِ» (او اې هغه کسه چې ځان دې دوو ته منسوب کړی: په جنت کې دي؛ او ته به په جنت کې د هغوی دریم کس شې). [صحیح حدیث دی]
او ویل شوي دي: څوک چې په خپل منصب باندې نازیږي، نو هغه دې فرعون ته وګوري، او څوک چې په خپل مال باندې نازیږي، نو هغه دې قارون ته وګوري، او څوک چې خپل نسب باندې نازیږي، هغه دې ابولهب ته وګوري. پرته له شکه عزت په تقوا کې دی.
چا چې ویلي رښتیایې ویلي دي: "نحن قوم أعزنا الله بالإسلام، فمهما ابتغينا العزة في غيره أذلنا الله". "موږ هغه قوم یو چې الله په اسلام سره عزت راکړی، نو هرکله مو چې په بل څه کې عزت ولټاوه، الله به مو ذلیل کړي".
په دې زمانه کې د اسلامي امت د ذلت تر ټولو ستر لامل دا دی: چې پر الله –عزوجل- باندی په واقعي شکل ویاړ او افتخار نکوي.
هغه تا ته ویاړ درکوي ..
كله چې كافرانو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته ګواښونه پيل كړل، او هغه ته یې بدې خبرې كولې، او خپل زور يې ښكاره كاوه؛ الله تعالی یو آیت نازل کړ تر څو خپل رسول –صلی الله علیه وسلم- ته تسلیت ورکړي او هغه ته د ټولو انسانانو د کمزورۍ په اړه خبر ورکړي، د الله –سبحانه و تعالی- پدې قول سره چې فرمایي: (وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او د دوى وینا دې تا غمجن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوهه دى) [يونس سورت: ایت 65].
او هر څومره چې ايمان ډیر وي، په هماغه اندازه د مؤمن په زړه کې عزت او افتخار ډیریږي، او په هماغه اندازه يې د بریا او غلبې ډاډ هم زيات وي؛ الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 126]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمايلي-: (وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ) (او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى) [الحج سورت: ایت 40].
چا چې ایمان ترلاسه کړ عزت یې ترلاسه کړ، او چا چې عزت ترلاسه کړ د الله –عزوجل- مینه یې ترلاسه کړه، هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل: (فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ) (نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي) [المائدة سورت: ایت 54].
ابن کثیر وايي: "څوک چې دا خوښوي چې په دنیا او آخرت کې محبوب شي، نو هغه دې باید د الله –سبحانه و تعالی- په اطاعت پابند اوسي؛ پدې سره خپل هدف ترلاسه کولای شي؛ ځکه چې الله –سبحانه و تعالی- د دنیا او آخرت مالک دی، او ټول عزت د هغه لپاره دی، لکه څنګه چې هغه – سبحانه و تعالی - فرمایي: (فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) (نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى) [النساء سورت: ایت 139]".
ابراهیم الخواص -رحمه الله- ویلي: څومره چې مؤمن د الله په امر باندې فخر وکړي، الله به هغه ته د عزت جامې وراغوندي، او د مؤمنانو په زړونو کې به د هغه عزت قائم کړي. دا د هغه –سبحانه و تعالی- وینا ده چې فرمایی: (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) (او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري) [المنافقون سورت: ایت 8]".
د عزت کلیانې (کلیدونه):
کله چې د عزت لاملونه ترلاسه شي، عزت هم محقق کیږي:
لومړی په ایمان سره؛ الله –عزوجل- وفرمایل: (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) ( او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري) [المنافقون سورت: ایت 8].
مومنانو سره عاجزي کول؛ الله –عزوجل- وفرمایل: (أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ) (په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي) [المائدة سورت: ایت 54].
او په بخښنې سره؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا» "الله بنده ته په بخښنې سره نه ورکوي مګر د عزت زیاتوالی". [مسلم روایت کړی]
او الله ته په دعا کې پدې نوم سره نږدې کیدل ، نو دا د ابراهیم -علیه السلام- له دعاګانو څخه وه: (رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (اې زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه او ته مونږ ته مغفرت وكړه اې زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې) [الممتحنة سورت: ایت 5]، او د عرش حمل کوونکي ملائکې مؤمنانو ته پر دې نوم دعا سره کړې ده: (رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې) [غافر سورت: ایت 8].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم – چې به د شپې لخوا کله له خوبه وېرېده، نو ویل به یې: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الوَاحِدُ القَهَّارُ، رَبُّ السَّمَاوَات وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا العَزِيزُ الغَفَّارُ» "له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی، پر ټولو قادر دی، د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دوی په منځ کې دی، غالب، بخښونکی دی". [حدیث صحیح دی. ابن حبان روایت کړی]
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - یو سړي ته تعلیم ورکاوه چې کله هغه ته درد راشي باید د الله په عزتمندۍ سره د هغه عبادت وکړي؛ هغه محبوب -صلی الله علیه وسلم- ورته وفرمایل: «اجْعَلْ يَدَكَ اليُمْنَى عَلَيْهِ، وَقُلْ سَبْعَ مَرَّاتٍ: بِاسْمِ اللهِ، أَعُوْذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وأُحَاذِر» "خپل ښی لاس دې د درد پر ځای کېږده او اوه ځلې ووایه: : «بِاسْمِ اللهِ، أَعُوْذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وأُحَاذِر» په نوم د الله؛ د الله په عزت او ځواک سره د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې احساسوم او ځان ترې ژغورم. [مسلم روایت کړی]
فكر وكړه!
هغه –تبارک و تعالی- خپل عزیز نوم له خپلو نورو نومونو سره تړلی دی: (قوی، حکیم، ټول پوه، ستایل شوی، بخښونکی، ډالۍ ورکوونکی او ځواکمن).
او دا - په الله قسم! - په مونږ باندې د هغه د رحمت، خیر او احسان له کمال څخه دی.
دا زمونږ د رب د نومونو په کمال او د هغه په عالي صفتونو دلیل دی، او دا چې دغه نومونه یو بل سره یوځای دي؛ نو هغه –سبحانه و تعالی- په خپل بشپړ عزت، قوت، ځواک، او سخت نیولو سره؛ په خپل حکمت او پوهه کې کامل دی، په خپلو بندګانو رحم او لطف کوونکی دی، په خپلو چارو، قول، عمل او احکامو کې د ستاینې وړ دی.
د هغه عزت: حکمت، رحم، او عدالت دی، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 6].
او څرنګه چې د هغه عزت: د کمال او عظمت عزت دی؛ الله د تل لپاره ددې ستاینې مستحق دی، هغه – سبحانه و تعالی- فرمایي: (الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ) (ډېر غالب، ډېر ستايل شوي) [إبراهيم سورت: ایت1].
اې هغه مالکه! چې ټولې چارې په اختیار کې لري ... او د هغه قضاوت په هر څه کې پلی کیږي
زه په تا پناه نیسم، اې سخي ذاته چې څوک نه مایوسه کوې ... بنده ستا په عزت باندې پناه او ساتنه غواړي
(سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ (180) ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي. وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ (181) او سلام دې وي په رسولانو باندې. وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (182) او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده (۱۸۲). [الصافات سورت : ایتونه 180-182].
اې غالب الله! په خپل اطاعت سره مونږ ته عزت راکړه، او ستا د نافرمانۍ له امله مو مه خواروه.
19
ترټولو زبردست -جل جلاله-
کله چې وخت تیر شي، او وروڼه دې پرېږدي، او تیاره را خواره شي، او ورځې بدلې شي، او ناروغۍ زیاتې شي، او مصیبتونه ډیر شي، او غمونه لوي شي؛ غږ وکړه: اې الله! اې د ماتو زړونو جبران کونکی ذاته! زما ناتواني جبران کړه او زما په کمزورۍ رحم وکړه؛ نو الله ستا غږ اوري.
الله –عزوجل- د خپل ځان په اړه فرمايي: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) څخه چې دوى يې ورسره شریكوي) [الحشر سورت : ایت 23].
او الجبار –سبحانه و تعالی- : هغه څوک چې مات شوی زړه جبرانوي، غریبان شتمنوي ، هره سختي آسانوي؛ هغه د هغو کسانو زړونه چې د هغه د عظمت او جلال تابع دي په ځانګړي توګه جبرانوي.
الجبار – سبحانه وتعالی - هر څه باندې غلبه لري؛ هغه ذات چې هر څه هغه ته غاړه ږدي، او ورته تابع دي.
او الجبار – سبحانه وتعالی - د هر څه څخه لوړ او ټول مخلوق څخه پورته دی، په خپل عرش باندې برقرار دی.
یوازې زمونږ رب د قدرت څښتن دی او هغه په خپل ځواک سره ظالمان مغلوبوي، او هغه څوک دی چې په خپل عظمت سره له هغوی څخه لوړوالی لري.
الله –عزوجل- په دې نوم سره د خپل ځان ستاینه وکړه؛ هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل: (الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ) (ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى) [الحشر سورت: آیت 23].
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په سجده او رکوع کې دا دعا کوله: «سُبْحَانَ ذِي الجَبَرُوْت وَالمَلَكُوتِ وَالكِبْرِيَاء وَالعَظَمَة» "پاکې ده هغه ذات لره چې قهر، سلطنت، غرور او لویۍ خاوند دی" [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
د هغه مخالفت مه کوه!
الجبار: د الله په حق کې د ستاینې او کمال صفت دی؛ لیکن کله چې د انسان په اړه دا صفت وکارول شي، ډیری وخت: د سپکاوي، نیمګړتیا او د عیب صفت کې کارول کېږي، ايا ته نه وينې هغه انسان چې د جبار یا لویۍ دعوه كوي؟ ورګه ورته ضرر رسوي، چینجي یې خوري، مچ یې ګډوډوي، او د لوږې په قید کې وي، او موړوالی یې د مرګ سبب ګرځي؟!
نو لدې کبله؛ پېغمبرانو په ځمکه کې په نا حقه سره د (تجبر او تکبر) له صفتونو څخه خپل قومونه منع کول، او الله تعالی فرماېلي: (وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ) (او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ) [الشعراء سورت : ایت 130].
او څوک چې کبر وکړي الله – جل جلاله- د هغه په زړه باندې مهر لګوي: (كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ) (همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي) [غافر سورت : ایت 35]، او الله –عزوجل- ظالمانو ته د عذاب ګواښ کړی دی: (وَاسْتَفْتَحُوا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (15) (او (بالاخره) هغو (رسولانو له الله نه) فتحه وغوښته او هر متكبر سركښه نامراده شو. مِّن وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّاءٍ صَدِيدٍ (16)) (چې د هغه په وړاندې جهنم دى او پر هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي) [إبراهيم سورت: ایت 15-16].
او په حدیث کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «تَخْرُجُ عُنُقٌ مِنَ النَّارِ يَوْمَ القِيَامَةِ؛ لَهَا عَيْنَانِ تُبْصِرَانِ، وَأُذُنَانِ تَسْمَعَانِ، وَلِسَانٌ يَنْطِقُ، يَقُولُ: إِنِّي وُكِّلْتُ بِثَلاَثَةٍ: بِكُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ، وَبِكُلِّ مَنْ دَعَا مَعَ اللهِ إِلَهـًا آخَرَ، وَبِالمُصَوِّرِينَ» «د قیامت په ورځ به د اور څخه یوه غاړه راښکاره شي؛ هغې لره به سترګې وي چې کتل به کوي، او غوږونه به وي چې اوريدل به کوي، او ژبه به یې وي چې خبرې به کوي، او وایي به: زه په دریو ( ډوله خلکو ) ګمارل شوې یم: په هر ظالم او سرکښ، هر هغه چا چې له الله سره بل معبود بللی دی، او تصویر جوړوونکي». [صحيح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او د هغه –علیه الصلاة والسلام- څخه په مستند ډول روایت شوی چې فرمایي: «تَحَاجَّتِ الجَنَّةُ وَالنَّارُ؛ فَقَالَتِ النَّارُ: أُوثِرْتُ بِالمُتَكَبِّرِينَ، وَالمُتَجَبِّرِينَ..» «جنت او دوزخ یو بل سره مجادله وکړه نو اور وویل: زه په متکبرانو او متجبرانو باندې ستا څخه غوره شوی یم». [مسلم روایت کړی] .. نو متکبران چیرته دي .. متجبران چیرته دي؟
پادشاهان او د پادشاهانو زامن او هغه څوک چې؟
ټول سرونه به هغوی ته په عاجزۍ سره ځوړند وو؟
د وخت پیښو دوی باندې اواز وکړ، او دوی بدل شول
او وطنونونه یې په نورو وطنونو بدل کړل
د اسمان دروازه وټکوه!
زموږ د نبي -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه: «اللَّهُمَّ! اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاجْبُرْنِي، وَاهْدِنِي، وَارْزُقْنِي» «اې الله! ما وبخښه، پر ما رحم وکړه، ما ورغوه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
د ژوند ماتې ډیرې دي، او موږ هره ورځ د دې ژوند له اندیښنو سره ماتیږو؛ نو په هره لحظه کی الله –سبحانه و تعالی- ته اړتیا لرو؛ ترڅو زموږ ماتې ورغوي، او زموږ کمزوري پیاوړي کړي.
ځواني، بوډاتوب، بې وزلي او شتمني، د الله په خاطر، دغه وخت څنګه تېروبیر شو؟!
ناروغ په خپل بستر پروت وی، د ناروغۍ سره مبارزه کوي؛ نو غږ کوي چې اې الله! نو زورور او جبار ذات هغه بې وزلي جبرانوي، او د هغه لخوا ورته شفا راښکته شي.
فقیر ماتیږي او د خرما د پردې په اندازه هم څه نلري، د بدبختۍ له امله اوښکې تویوي، او د فقر له امله ژاړي، او اسمان ته ګوري او وايي: اې الله! نو، ځواکمن ذات د هغه ماتوالی رغوي، د هغه اړتیاوې پوره کوي، او مصیبت یې له منځه وړي.
مظلوم ماتیږي، خپلې ژړاګانې پټوي، او خپلې اوښکې پاکوي، او د الله په دروازه کې پریوځي او وایي: اې الله! نو زورور او جبار ذات د هغه غچ اخلي، او خپل لښکر ورلېږي، او خپل نصرت نازلوي.
بندي په پنجره کې ماتیږي؛ هغه په اوسپنو او زنځیرونو تړل شوی وي؛ نو غږ وکړي چې: اې الله! نو زورور او جبار ذات د هغه کمزورۍ جبران کوي او د هغه لپاره دروازې خلاصوي، او ناګهانه زنځیرونه پرانیستل شي، او خلاصون رامنځ ته شي.
عقیم او بې اولاده ماتیږي، او خپګان یې راونغاړي، امید یې کمزوری شي؛ نو خپل جاي نماز رواخلي، اوږده ژړا وکړي، او غږ وکړي چې: اې ربه ماته له خپلې خوا نیک اولاد راکړه! نو زورور او جبار ذات هغه ورغوي ، او خپل امر او مرسته ورولېږي؛ نو ناشونی شتون ومومي، او مسکا رامنځ ته شي او حمل واخلي.
هغه غالب او جبار – عزوجل- دی؛ غوټي خلاصوي، زړونه، هډوکي او روحونه رغوي، اوښکې وچوي، مصیبتونه او سختۍ له منځه وړي، او خوشحالۍ را لیږي.
ټول ورته اواز کوي: زموږ ستونزه رفع کړه، او زمونږ په کمزوریو رحم وکړه! (يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) (له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یو كار كې دى) [الرحمن سورت: ایت 29].
او که د څارنې پام ستا خوا ته شو ... نو ته ویده شه ټولې پېښې امن دی
او هره ماته چې تا د الله خوا ته متوجه کوي، هغه به ورغوي حتا که تا ودردوي.
الله -عز وجل- فرمایي- : (وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ) (او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره) [الحجر سورت: ایت21]، د هغه –سبحانه و تعالی- په لاس کې د خلاصون کليانې دي، او که تا ته درد درورسیده او د اندیښنو سره مخ شوې؛ نو تر ټولو پوهه پادشاه ته رجوع وکړه، د زړونو او ماتو رغونکي ته اواز وکړه: اې د مات شویو رغونکیه! زما ماتیدا ورغوه، زما په کمزورۍ رحم وکړه، او زما اندیښنه لرې کړه، (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي؟) [النمل سورت: ایت 62] .
او ممکن د یو مصیبت په نازلیدو سره یو ځوان ته خفګان او ستړتیا ورسیږي،
نو د الله سره د هغه څخه د وتلو لاره شته
د مصیبتونو حلقې تنګې شي نو چې کله بېخي تنګې شي
نو کولاو به شي حال دا چې هغه فکر کاوه چې هیڅکله به پرانستل نه شي
مرهم شه!
او په یاد ولرئ: ستونزې د دنیا ماتې دي، نو که تاسو یو څوک په مصیبت کې ولیده؛ نو هغه څوک جوړ شه چې الله یې د هغه د رغونې لپاره کاروي؛ځکه چې تر ټولو لوی اجر به د قیامت په ورځ د هغه چا لپاره چې د خلکو ستونزې حلوي.
په مستند ډول روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً؛ فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمَ القِيَامَةِ» «څوک چې د مسلمان یوه ستونزه خلاصه کړي؛ الله به يې د قيامت د ورځې له ستونزو څخه يوه ستونزه خلاصه کړي». [مسلم روایت کړی] (وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ) (او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى). [القصص سورت: ایت 77]، (وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (او الله نېكي كوونكي خوښَوي) [آل عمران سورت: ایت 134].
ته د مرهم په څیر اوسه حتا که تا باندې سخت حالات راشي ...او خوږ شه حتا که نور خلک ستا په مقابل کې تریخ وي
اې الله! اې د ماتو زړونو رغونکیه، زموږ ماته ورغوه، او زموږ په ضعف رحم وکړه، او زموږ له ګناهونو څخه تېر شه؛ ستا په رحمت سره، اې تر ټولو ډېر رحم کوونکیه!
20
د لویۍ خاوند -جل جلاله-
لویي یوازې د الله –عزوجل- لپاره ده، الله د خپل ځان په تعریف کې فرمایي: (وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او همدى ښه غالب، ښه حكمت والا دى) [الجاثية سورت : ایت 37]، او الله -تبارك وتعالى- فرمایی- : (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي) [الحشر سورت : ایت 23].
زمونږ رب - عزوجل - د ټولو بدیو، ګناهونو، او د بندګانو له ظلم څخه لوی دی.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - هغه څوک دی چې د جابرو خلکو پر وړاندې لویې کوي، کله یې چې په عظمت ورسره ځان برخوال کړي.
د هغه – جل و علا- ذات له ټولو بدیو څخه لوی دی، داسې لویي چې د هغه د صفاتو شان او مقام سره نه ښایي، لکه د حدث او بدۍ صفتونه.
د کبریا اصل: ډډه کول دي، او زموږ رب - عزوجل - له نیمګړتیاوو، بدیو او عیبونو څخه لرې دی.
د عاجزۍ بنده ګي..
د (ت) توری د هغه په نوم (متکبر) کې د ناوړه چلند او تکلف توری نه دي؛ لکه څنګه چې ویل کیږي: فلانی کس لویي کوي خو لوی نه دی، بلکه دغه د (ت) توری د ځانګړتیا او اختصاص لپاره دی.
تکبر له هغه –تبارک وتعالی- پرته بل هيچا ته نه ښایي؛ ځکه چې پادشاهي یوازې هغه لره ده او له هغه پرته ټول مملوک دي، او یوازې هغه څښتن دی او نور د څښتن تابع دي، هغه یوازینی خالق دی او نور مخلوق دي، او یوازې هغه د کمال، ښکلا، عظمت او جلال په صفاتو کې بې ساری دی.
نو؛ الله –تبارک و تعالی- دا صفت د ځان لپاره ځانګړی کړی، او هر چا چې دغه صفت د ځان لپاره غوره کړ د سخت عذاب ګواښ یې ورته کړی دی.
پدې اړه رسول الله –صلی الله علیه وسلم فرمایي: «قَالَ اللهُ -عز وجل- : الكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحَدًا مِنْهُمْا؛ قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ» «چې الله –عزوجل- فرمایلي: غرور زما څادر دی، او لویۍ زما لنګ دی، نو څوک چې په دې کې زما سره شخړه وکړي؛ اور ته به یې واچوم». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
خطابي فرمايي: «او د څادر او ازار (لنګ) څخه یې ځکه د مثال په ډول کار واخیست – الله ښه پوهېږي -، وایې: لکه څنګه چې یو سړی په خپل څادر او ازار کې هیڅوک نه شریکوي؛ نو پدې اساس زه هم نه غواړم چې مخلوق په کبریاء او عظمت کې را سره شریک شي، او الله ښه پوهیږي».
او د مخلوق مقام: د بندګۍ، تواضع، تسليمۍ، او لوی متعال ذات ته غاړده اېښودل دي، هغه د جلال او عزت لرونکی دی. شاید پدې کې به له رازونو څخه یو راز وې چې د رکوع او سجدې په وخت کې د الله یاد وشي،او د هغه د کبریاء او عظمت یادونه په رکوع او سجدې کې وشي.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په خپلې رکوع او سجده کې داسې ویل: «سُبْحَانَ ذِي الجَبَرُوْت وَالمَلَكُوتِ وَالكِبْرِيَاءِ وَالعَظَمَة» "پاک دی؛ ځواکمن، د سلطنت، لويۍ او عظمت څښتن". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او الله –سبحانه و تعالی- خپل پیغمبران او صالح بندګان له تکبر څخه پاک کړي دي، او هغوی له غرور او تکبر څخه پناه غوښتله: (وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ) (او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري) [غافر سورت: ایت 27].
پایلو ته فکر وکړه!
او په چا کې چې دا صفتونه وي، د هغه نفس به فاسد شي، د هغې څخه به د هغه نیکۍ لیرې شي، او په زړه به یې زنګ ولګول شي. (كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ) (همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر(جز د) زړه باندې مهر لګوي) [غافر سورت: ایت 35]، او الله -سبحانه وتعالى وفرمايل: (إِن فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَالِغِيهِ) (د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي) [غافر سورت: ایت 56].
د متکبرانو امام ابلیس دی؛ (إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ) (غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه) [ص سورت: ایت 74]، دغه صفتونه د ظالمو پادشاهانو دي؛ لکه د فرعون او نورو ظالمانو په څېر: (وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ) (او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي) [القصص سورت: ایت 39].
د چا چې مال او اولاد ډیر شي، او الله سره پرې مقابله وكړي؛ په یقین سره لويۍ د هغه زړه ته لاره موندلې، او د حق د منلو مخه يې نیولې ده؛ لکه د ولید بن المغیره په څېر: (ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ) (بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه) [المدثر سورت: ایت 23].
لويي (تکبر): د هغو ملتونو د بربادۍ لامل دی چې له حقه یې انکار کړی وو؛ (فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ) پس عاديانو په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه. [فصلت سورت: ایت 15].
او الله –عزوجل- د صالح -علیه السلام- د قوم په باره کې فرمايلي: (قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنتُم بِهِ كَافِرُونَ) (تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفر كوونكي یو) [الأعراف سورت: ایت 76].
او د متکبرانو انجام: دوزخ او بد برخلیک دی: (أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ) (ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!) [الزمر سورت: ایت 60].
او په ترمذي کې نقل شوي دي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يُحْشَرُ المُتَكَبِّرُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ أَمْثَالَ الذَّرِّ فِي صُوَرِ الرِّجَالِ، يَغْشَاهُمُ الذُّلُّ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ، يُسَاقُونَ إِلَى سِجْنٍ فِي جَهَنَّمَ، يُقَالُ لَهُ: بُولَسُ، تَعْلُوهُمْ نَارُ الأَنْيَارِ، يُسْقَوْنَ مِنْ عُصَارَةِ أَهْلِ النَّارِ: طِينَةِ الخَبَالِ» «متکبره خلک به د قيامت په ورځ د وړو میږیو په څېر چې د انسانانو په شکل وي حشر کیږي، پداسې حال کې چې له هرې خوا ذلت هغوی راګیر کړي وي، دوی به د جهنم زندان ته بوتلل شي، چې هغه ته: بُولَسُ وایي، د دوی په سر به د اورونو اور وي،او دوی ته به د دوزخيانو د وينو او زخمونو زوې ورڅښول کیږي» [صحیح حدیث دی] - الله دې مونږ له دې څخه وساتي-.
دارو (علاج):
او څوک چې په لویي (تکبر) اخته وي، هغه دې خپل باطن ته د هوښيارانو په څیر وګوري، او خپل ظاهر ته دې د حیواناتو په څیر نه ګوري!
او د خپل وجود اصل دې په یاد راولي، او دا چې له کوم ځایه راوتلی دی؟ او په دې دنیا کې یې پای.. بد بويه لرونکې مرداره ده!
ویل شوي دي : «مطرف بن عبدالله بن الشخیر مهلب بن ابی صفره ته وکتل، په داسې حال کې چې هغه یوه چپن اغوستې وه او تر شا یې ځان پسې کش کوله، او په تکبر سره روان و، ويې ويل: اې ابو عبدالله! دا څه ډول تګ دی چې الله او د هغه رسول ورڅخه کرکه کوي؟ المهلب وویل: ته ما نه پیژنې؟ هغه وویل: زه تاسو پیژنم. ستا پیل یوه وړه او ناڅیزه نطفه وه، او ستا پای یو ناپاک بدبویه جسد دی، او ستا په داخل کې ډکې او تشې متیازې دي».
که خلک د هغه څه په اړه فکر وکړي چې د دوی په ګیډو کې دي ... نه به ځوانان او نه به لویان د کبر احساس وکړي
مناوي -رحمه الله- فرمايي: «انسان بايد هيچا ته سپکاوی ونه کړي؛ شاید تحقیر شوی سړی تر ټولو پاک زړه، او تر ټولو پاک عمل، او تر ټولو خالص نیت لرونکی وي، د الله د بندګانو توهینول زیان، ذلت او بې ارزښتي را منځ ته کوي».
ابن تیمیه ویلي: "ویریدونکی ګناهګار له متکبر عبادت کوونکي څخه غوره دی".
هوښيار بايد تواضع ولري او د علماوو او ضعيفو خلکو سره ناسته او د ناروغانو پوښتنه وکړي، او څوک چې د ځنکدن په حالت کې وي او مصیبت ځپلی وي د هغه لیدلو ته باید ورشي، د متکبرانو ژوندلیک او د هغوی له حالاتو څخه دې ځان خبر کړي؛ چې هغوی څنګه وو؟ او څه شول؟
ګویا کې تا د پخوانیو خلکو په اړه ندي اوریدلي
او تا په پاتې نورو خلکو کې ونه لیدل چې وخت هغوی سره څه وکړل
که ته نه پوهیږې، نو دا د هغوی کورونه دي
له تا وروسته بادونو او قبرونو نابود کړل
اې الله! مونږ له تا څخه ستا په المتکبر (لویي) نوم سره غوښتنه کوو: ترڅو زمونږ په کمزوریو رحم وکړئ، او زمونږ عیبونه وپوښې، ګناهونه مو وبخښې، او د متکبرانو په ډله کې مو مه شمیرې، اې د جهانونو ربه!
21 - 22
د هر شي پیداکونکی او نوښتګر -جل جلاله-
اې د ځمکې سیلانیه دا طبیعت دی زموږ سره تم شه ... چې زه تاسو ته د خالق بې مثاله جوړښت دروښایم ... ستاسو شاوخوا ځمکه او اسمان ولړزیدل ... د ښو نښانو او آثارو لپاره
پاک دی هغه ذات چې کایناتو ته یې شکل ورکړی...دا شکلونه دی او هغه تقدیر ټاکونکی دی
اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي؟ میوه او دانه چا پیدا کړي؟ چا سهار جلا کړ او شپه یې د ارام لپاره وګرځوله، لمر او سپوږمۍ یې په حساب شوي اندازه څرخیږي؟ د انسان پیدایښت چا له خټو څخه پیل کړ؟ چا ټول مخلوق له یو نفس څخه پیدا کړ؟ او هر څه ته یې د پیداېښت بڼه ورکړه او بیا یې ورته هدایت وکړ؟
(هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ) (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړي دي، چې غير له هغه (الله) نه دي). [لقمان سورت: ایت 11].
پاکي ده هغه ذات لره چې عظمت یې د پوهانو ذهنونه حیران کړي!
پاکي ده هغه ذات لره چې د فکر کوونکو په سترګو کې د هغه نوښتونه څرګندیږي!
پاکي دی هغه ذات لره چې د هغه وړانګې د لارې څارونکو بصیرت ځلانده کوي!
(فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ) (نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى) [المؤمنون سورت: ایت 14].
مونږ د الله –عزوجل- د دوو نومونو سره تمکیږو، چې هغه: الخالق او الخلاق (پیدا کوونکی او نوښتګر -جل وعلا-) دي:
الله -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ) (بېشكه ستا رب، هم دى ښه پیداكوونكى، بې حده علم والا دى) [الحِجر سورت: ایت 86]، او فرمایي: (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى) [الحشر سورت: ایت 24].
او زمونږ رب هغه ذات دی چې ټول شیان یې له نشت څخه وروسته پیدا کړل، او هغه یې پرته له مخکینۍ بېلګې پیدا کړل، او د الله - سبحانه وتعالی - کړنې د هغې اندازې پورې مقدر شوي دي چې هغه ورته اندازه کړي دي.
د خالق عظمت...
په کایناتو کې هر څه د ده لخوا رامینځته شوي، او هغه یې په ربوبیت او الوهیت اعتراف کوي، او هرڅه چې ته په خپل شاوخوا کې ګورئ - او هغه څه چې تاسو یې نه ګورئ - د الله تعالی په شتون دلالت کوي؛ هغه هغه ذات دی چې ټول مخلوقات یې پیدا کړي او هغه یې په خپل حکمت سره جوړ او روغ کړي، او هغه یې په خپل حکمت سره انځور کړي، او هغه لا تر اوسه په دې ستر وصف سره یادیږي.
هډوکي یې په غوښو پوښلي، او غوښه یې پوستکي باندې پوښلې، څارويو ته یې وړۍ او ویښتان ور اغوستي، او په جنین کې یې روح د مور په ګېډه کې پو کړی، بیا یې هغه راوویست، روزي یې ورکړه، ساتنه یې وکړه، او هغه ته یې ښوونه وکړه، او انسان یې په غوره شکل کې پیدا کړ، او هغه ته یې دوه سترګې، ژبه او دوه شونډې ورکړې، او هغه ته یې د خیر او شر لاره وښودله. (الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ (7) (هغه ذات چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې. فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاءَ رَكَّبَكَ (8)) په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې) [الانفطار سورت: ایتونه 7-8]، (فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ) (نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى) [المؤمنون سورت : ایت 14].
او همدارنګه ګواهي ورکوي، چې الله پاک ... نوښتګر دی او ددې جسدونو بیرته را ژوندی کونکی دی
زمونږ رب – تبارک و تعالی – مخلوقات پیدا کړي دي ترڅو هغه وپېژني او عبادت یې وکړي: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (او ما پېریان او انسانان ندي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي) [الذاريات سورت : ایت 56].
د کائناتو همغږي:
ټول مخلوقات بې ځایه او یا د لوبو لپاره ندي پیدا شوي – الله لدې څیز څخه پاک او منزه دی! - هغه – تبارک و تعالی- فرمایي: (وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ) (او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) ندي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو) [الأنبياء سورت: ایت 16].
شته ټول موجودات د رب –تبارک و تعالی- د صفتونو او ستاینو شاهدان دي، دا ټول په زړه پورې نومونو او د دوی واقعیتونو ته اشاره کوي، هغوی ته اواز کوي او هغوی ته اشاره کوي.
د مخلوقاتو کرښو ته پام وکړه، ځکه چې ... تا ته د ستر واکمن (پادشاه) څخه پیغامونه دي ... او په هغو کې لیکل شوي که په ریښتیا سره دغو کرښو ته پام وکړې ... چې له الله پرته هرڅه باطل دي
د خپل رب د صفتونو اثبات ته اشاره کوي ... چوپ او صامت کائنات لارښوونه کوي، او هغه څوک چې ګویا دی
الله -سبحانه وتعالى- فرمایلي- : (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى) [القمر سورت: ایت 49].
ډاکټران وايي: د ستونې جوړښت په خورا دقت سره اندازه شوی دی؛ ځکه چې که د اوسني حالت په پرتله لږ څه پراخه شوی وای، د انسان غږ به ورک شوی وای؛ او که د اوسني حالت په پرتله لږ څه تنګ شوی وای، تنفس کول به ستونزمن شوي وای، یا به تنفس آرام وای خو غږ به ورک شوی وای، او یا به غږ واضح وی خو تنفس به ستونزمن واي.
(صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ) [(وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ] [النمل سورت: ایت 88].
که اوسني حالت څخه زموږ د سترګو لید له خپل حد څخه ډیر وای، زموږ ژوند به دوزخ وای!
که تاسو د اوبو هغه پیالې ته وګورئ چې تاسو یې اوس څښئ، تاسو به هغه روښانه، صفا، خواږه ووینئ، او که ستاسو د سترګو ځواک لږ څه زیات شوی وای، او د هغې دقت ډیر وای، نو تا به پدې پیاله کې عجیب او غریب او ناشنا ژوندي کائنات، او بې شمېره ګټور جراثیم لیدلی وای! نو هغه مهال به دې هیڅکله اوبه نه وې څکلې، (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى. [القمر سورت: ایت 49].
او که د اورېدلو کچه لږه لوړه شوې وای، نو د شپې به دې خوب نه و کړای؛ ځکه چې ټول غږونه به دې تر لاسه کول، یوازې ستا په معده کې د هاضمې سیسټم غږونه تقریبا د یوې لوی کارخانې په څیر دي، (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) (بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى) [القمر سورت: ایت 49].
که د لمس حاسه زیاته شوې وی، تا به د ساکن بریښنا احساس کړې وه چې ستا ژوند به په یوه نه زغمونکي دوزخ بدل شوی و، (وَفِي أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ) (او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ) [الذاريات سورت: ایت 21].
(هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ) دا پيدايښت د الله دى، نو را وښاياست چې له هغه پرته دوى (باطلو معبودانو) څه پيدا كړي دي. [لقمان سورت: ایت 11].
او د ځینو هغو کسانو په اړه به حیران شې چې د فطرت معکوس او د ناروغه زړونو خاوندان دي! دوی د الله په اړه استدلال کوي، حال دا چې الله د دوی په ضمیرونو کې ځای په ځای شوی دی: (وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ) (او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و) [النمل سورت: ایت 14].
(وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړې دي (، نو) دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله، ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي) [لقمان سورت: ایت 25].
ډاډه اوسه!
او مؤمن پوهیږي چې هغه خالق ته ګران دی؛ نو پدې سره د هغه ځان ډاډمنیږي او پوهیږي چې هغه چا چې پیدا کړی دی هغه به یې له پامه ونه غورځوي، او الله به د هغه ساتنه وکړي، او دا چې هغه په خپلې سختۍ او خوښۍ، په شتمنۍ او فقر، په سختۍ او خوشحالیو ټولو حالتونو کې په خیر دی، (أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ) (خبر شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمجن كېږي) [يونس سورت: ایت 62].
اې الله! موږ له تا څخه ستا په نوم چې خالق دی، غوښتنه کوو، چې موږ د خپلو اولیاوو په ډله کې وشمیرې.
23
پیداکوونکی -جل جلاله-
د هغه -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې هغه فرماېلي: «قَالَ سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ -عليهما السلام- : لَأَطُوفَنَّ اللَيْلَةَ عَلَى مِائَةِ امْرَأَةٍ، أَوْ تِسْعٍ وَتِسْعِينَ؛ كُلُّهُنَّ يَأْتِي بِفَارِسٍ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللهِ، فَقَالَ لَهُ صَاحِبُهُ: إِنْ شَاءَ اللهُ، فَلَمْ يَقُلْ: إِنْ شَاءَ اللهُ، فَلَمْ يَحْمِلْ مِنْهُنَّ إِلَّا امْرَأَةٌ وَاحِدَةٌ؛ جَاءَتْ بِشِقِّ رَجُلٍ. سلیمان بن داود -علیهما السلام- وویل: زه به نن شپه په سلو ښځو، یا نهه نوي ښځو باندې وګرځم، دوی ټول به داسې غازیان دنیا ته راولي چې د الله په لاره کې به جهاد وکړي، ملګري یې ورته وویل: ان شاء الله ووایه، هغه ان شاء الله ونه ویل، له دوی څخه یوازې یوه یې حامله شوه؛ هغې هم نیمایې هلک وزیږاوه.
وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ! لَوْ قَالَ: إِنْ شَاءَ اللهُ؛ لَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللهِ فُرْسَانًا أَجْمَعُونَ» په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد نفس (ساه) د هغه په لاس کې دی! که چېرته یې إِنْ شَاءَ اللهُ ویلی وی، نو دوی ټولو به د الله تعالی په لاره کې د شاهسوارانو په شکل جهاد کړی وی. [متفق عليه].
بنده د الله –عزوجل- له دروازې پرته خپلو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري؛ نو الله هغه: (الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص د همده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى) [الحشر سورت: ایت 24].
یا الله ټوله ستاینه تا لره ده! موږ ته دی د تخلیق نعمت ډالۍ کړ چې داسې د يادولو (وړ) شى نه و: (هَلْ أَتَىٰ عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا) ( یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و) [الإنسان سورت: ایت 1].
او الله –عزوجل- خپل لوړ ذات په البارئ -جل وعلا- نوم سره د خپل ځان ستاينه وکړه، په خپلې دې وینا سره چې فرمایي: (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى) [الحشر سورت: ایت 24].
البرء په لغت کې: دوه معناوې لري؛ لومړی: پیدا کول.
دویم: له یو څه څخه ځان لرې کول او له هغه څخه ځان خلاصول.
او د برئ معنا: کله چې پاک او لرې شي.
زمونږ ساه اچونکی رب: پیدا کوونکی او نوښتګر دی چې له نشت څخه شته کوي، او هغه؛ هغه ذات دی چې ځینې مخلوق یې پر نورو غوره کړی دی، او یو نسل یې له بل څخه توپیر کړی، او هر مخلوق یې په داسې طریقه پیدا کړی چې د هغه د جوړښت هدف سره مناسب دی؛ هغه یو شی له هیڅ شي څخه پیدا کوي، او هغه ته داسې ځانګړتیا ورکوي چې د نورو مخلوقاتو څخه توپیر لري.
او هغه –سبحانه و تعالی- دی چې مخلوق یې له توپیر او تنافر څخه لرې ساتلی دی؛ (الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَّا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِن تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍ) (هغه (الله) چې اووه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق) ونه وینې، پس سترګې بېرته راواړه، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې) [الملك سورت: ایت 3].
زمونږ پیداکوونکی رب په خپل ذات، صفاتو او اعمالو کې له هر ډول نیمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی.
او د هغه په البارئ نوم کې د هغه ټول مخلوق لیدل کیږي.
او د هغه لطفونه تل لیدل کیږي او ښکته کیږي
نو پاکې ده هغه ذات لره چې ټول مخلوق ورته سجدې کړي
کله چې هغوی تسبیح، تکبیر او تهلیل وایي
الله -سبحانه وتعالى- فرمايي- : (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى). [الحشر:24].
الخلق: یعنې تقدیر.
البرء: له هیڅ څخه پیدا کول.
او التصویر: انځور ورکول دي.
نو کله چې الله - عزوجل – وغواړي چې یو شی پیدا کړي په خپلې پوهې او حکمت سره هغه اندازه کوي، نو هغه يې په خپل علم او حکمت سره جوړوي - يعنې: هغه پيدا کوي؛ په داسې شکل چې خپله یې اراده کړي وي او غوښتلي یې وي –سبحانه و تعالی-.
نا څاپي نه دی..
له یوه حکیم نه پوښتنه وشوه: الله دې څنګه پېژندلی؟ هغه وویل: د مخلوقاتو په پاڼو کې د وړتیا په قلمونو سره؛ (الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ) (هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده پیدا كړى دى) [السجدة سورت: ایت 7]، (مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ) (مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره) [الدخان سورت: ایت 39].
د ځمکې د نباتاتو په اړه فکر وکړه او وګوره ... د هغه څه نښې چې پاچا پیدا کړي ... د سپینو زرو څخه جوړې شوې چشمې ... چې د وهل شوو سرو زرو په څېر دي
سترګو په تور کې ګواکې د سرو زرو شفافه ټوټه ده ... دا پدې دلالت کوي چې الله لره هیڅ شریک نشته
(قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي) [يونس سورت: ایت 101]، آیا د هغه له جورښت او په زړه پورې تخلیق، او حیرانونکی وړتیا، او د هغه د حکمت له نخښو پرته بل څه شته؟! تر ټولو د الوهیت مستحق څوک دی؟ ايا هغه څوک چې پیدا کوونکی دی آیا تر ټولو لومړی د عبادت، ستاينې او يووالي مستحق ندی؟!
او ډیری خلک پوهیږي چې دا ټول الله پیدا کړي دي؛ لیکن ډیری یې مشرکان دي؛ (وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ) (او د دوى زیاتره پر الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي) [يوسف سورت: ایت 106]، نو خلک یې په دوه ډولو وویشل:
مؤمنان: او هغوی تر ټولو غوره مخلوق دي.
او مشركان: او دوی تر ټولو بد مخلوق دي.
او بنده خپل عمل ته ګوري؛ که ښه وي، نو د الله شکر دې ادا کړي؛ ځکه چې هغه یې د نیکۍ وړ ګرځولی، او که هغه یې خپل ځان او نفس ته پریښی و، او د الله په تقوا سره یې سپمولی نه وي؛ هغه به تر ټولو بد مخلوق وی.
له همدې امله موسی -علیه السلام- خپل قوم ته امر وکړ چې الله ته توبه وباسي، کله چې دوی په الله باندې د ایمان لرلو څخه انحراف وکړ، او د ځان لپاره یې د خوسکي په بڼه د خپلو ګاڼو څخه بت جوړ کړ: (وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او (ياد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! يقينًا تاسو د سخي په (معبود) نيولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) ستاسو لپاره ستاسو د خالق په نيز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، يقينًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [البقرة سورت: ایت 54].
او مؤمن هرکله چې د الله تعالی له ښکلو نومونو څخه په یو نوم پوه شي او زده یې کړي؛ د هغه په عزت او سرلوړۍ کې لوړوالی راځي، او د الله –عزوجل- سره یې شوق او مینه زیاتیږي، او د دې نوم په پیژندلو سره الله ته نږدې کیږي.
او هغه پوهیږي چې الله عزوجل - په هر څه باندې قادر دی.
اې ناشنا پیداکوونکی ذاته! پر مونږ رحم وکړه، او خپل رحمتونه پر مونږ نازل کړه.
24
صورت جوړونکی -جل جلاله-
ابن القیم -رحمه الله- فرماېلي: او که تاسو د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې الله –سبحانه و تعالی- په خپل کتاب کې خپلو بندګانو ته د فکر کولو بلنه ورکړې؛ هغه –سبحانه و تعالی- به تاسو ته د هغه د پیژندلو، د توحید، صفات، کمال، او د هغه د عظمت ستاینو لارښوونه وکړي.
د کائناتو، ځمکې، او د ټولو افقونو په کتاب کې څومره درسونه دي ... عقلمندو، څېړونکو او د نظر خاوندانو لپاره
د زمکې په ټولو څنډو کې ... په ځان کې، په اوازونو او تصوېرونو کې
موږ د الله –تبارک وتعالی- د صورت جوړوونکي نوم سره تم کیږو:
الله -سبحانه وتعالی- فرماېلي: (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى). [الحشر سورت: ایت 24].
زموږ رب –سبحانه و تعالی-، هغه ذات چې خپل مخلوقات یې لکه څنګه چې غوښتل، جوړ کړل، او ټول موجودات یې جوړ کړل؛ هغه یې ترتیب او هر یو ته یې یو ځانګړی انځور ورکړ، او یو متفاوت شکل یې ورکړ چې د هغې په تنوع او کثرت کې توپیر لري، او هغه – سبحانه و تعالی - هر یو انځور په ځانګړي توګې سره سم جوړ کړ، څرنګه چې هغه یې غواړي. او په هغه شکل چې هغه غوره کړی وي، او په هر کیفیت سره چې ویې غواړي پلی کوي: (فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاءَ رَكَّبَكَ) (په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې) [الانفطار سورت: ایت 8].
زموږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې خپل مخلوق یې چمتو کړی چې د هغوی شکلونه او بدنونه د هغه د تقدیر، پوهې او رحمت سره توافق لري، او د مخلوقاتو منافعو او ګټو سره مطابقت لري؛ دا په مختلفو انځورونو، او په مختلفو بڼو سره جوړ شوی؛ له اوږد او لنډ، ښکلا او بدرنګۍ، نارینه او ښځینه، هر یو په خپلې ځانګړې طریقې سره.
هغه – سبحانه و تعالی - فرماېلي: (وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ) (او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل) [الأعراف سورت: ایت 11]، او فرماېلي یې دي: (وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ) (پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى) [التغابن سورت: ایت 3].
اې له مونږ په غیب او حاضر باندې پوه ذاته
اې د مخلوقاتو، جوړښت او انځور ورکولو ربه
ما ګواهي ورکړه چې ته یو او واحد ذات یې
داسې ګواهي چې نه غیر عادلانه ده او نه درواغ
په پټه او ښکاره مې ستا لورې ته خپل مخ وګرځاوه
تا لره ټولې ستاینې، تهلیلونه او تکبیرونه دي
او هغه –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) ( هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیست نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى) [الحشر سورت: ایت 24]، نو دا درې نومونه: الخالق (د هر شي پیداکونکی)، البارئ (د نشت نه وجود ته راوستونکی)، المصور ( صورت جوړوونکی) که سره یوځای شي، د هر یو لپاره یوه معنی په ګوته کوي؛ دلته تخلیق: تقدیر دی، او البرء دلته: اختراع ده، او التصوير دلته: هرڅه ته خپل انځور ورکول دي، او کله چې یو له بل څخه جلا شي، معنا یې یو ده.
زموږ رب – سبحانه و تعالی-، اراده وکړه او اندازه یې کړل او فرمان یې ورکړ او بیا یې جوړ کړ، یعنې: هغه یې پیدا کړی، بیا یې هر مخلوق په مناسب شکل سره ځانګړی کړی: (سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ) (پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي) [المؤمنون سورت: ایت 91].
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په سجده کې ویل: «اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَلَكَ أَسْلَمْتُ، سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ، وَصَوَّرَهُ، وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ، تَبَارَكَ اللهُ أَحْسَنُ الخَالِقِينَ» «اې الله، تا ته مې سجده وکړه، او په تا مې ایمان راوړ، او ما تاته غاړه کېښوده، زما مخ هغه ذات ته سجده کړې ده چې هغه یې پیدا کړی، غوږ او سترګه یې ورته جوړ کړي، الله ډیر د برکت خاوند او تر ټولو غوره خالق دی». [مسلم روایت کړی].
بشپړ دلالتونه:
د انسان پیدایښت: د فکر کونکو لپاره نخښه، د عبرت اخیستونکو لپاره عبرت، او د نصیحت اخیستونکو لپاره موعظه ده. (وَفِي أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ) (او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ) [الذاريات سورت: ایت 21].
د انسان او د هغه د خلقت په ذات کې: د هغه د خالق او پیدا کونکي په اړه ترټولو لوی دلیلونه دي.
او انسان ته تر ټولو نږدې شی: د هغه ځان دی، او هغه کې د حیرانتیا شیان دی چې د الله –جل و علا- د عظمت څرګندونه کوي - چې عمرونه به تیر شي خو مونږ به د هغو په ځینو باندې واقف شو، مګر انسان له هغه څخه مخ اړوي، او که انسان لږ فکر وکړي له خپل کفر او انکار څخه به واوړي، (قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ (17) (انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!) مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ (18) (دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ (19) له نطفې نه يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى. ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ (20) بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده. ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ (21) بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود. ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنشَرَهُ (22)) بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي) [عبس سورت: ایتونه 17-22].
له اوو ملیاردو څخه زیات انسانان د ځمکې پر سر ژوند کوي، هر یو یې د نورو انځورونو، ځانګړتیاوو، رنګونو او بدنونو کې توپیر لري.. او پلار یې یو دی او مور یې یوه ده: آدم او حوا، مګر دا د الله –تبارک و تعالی- جوړښت دی؛ (صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ ۚ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ) [(وګورئ) كاریګري د الله؛ هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ] [النمل سورت: ایت 88]، آیا دا ټول د شکر او مننې قابل ندي؟! بنده د الله –سبحانه و تعالی- نعمتونه کله چې د مور په رحم کې نطفه و ویني، بیا یې غوږ او لید جوړ کړ او په هغه کې یې روح واچاوه، بیا یې هغه ته خواړه او اوبه ورکړې، او جامې یې ورواغوستلې، هغه ته یې پناه ورکړه او هغه یې وساته، او له هرڅه څخه چې یې وغوښتل هغه ته یې ورکړل؛ (أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ (8) ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي. وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ (9) او یوه ژبه او دوه شونډي. وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ (10)) اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي) [البلد سورت: ایتونه 8-10].
یو له سترو شکرونو څخه دا دی چې: د الله –عزوجل- نعمتونو څخه د هغه په فرمانبردارۍ کې کار واخیستل شي، او د هغه له نافرمانۍ او هغه څه څخه چې هغه ناراضه کوي ځان وساتل شي.
بالاخره..
عاقل انسان د خلکو په شکلونو او انځورونو پسې نه خاندي، ځکه چې هغه پوهېږي چې دا ټول الله تعالی پیداکړي، (هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى). [آل عمران سورت: ایت 6].
نو الله : الخالق (د هر شي پیداکونکی)، البارئ (نا اشنا ډول پیداکوونکی)، المصور (صورت جوړونکی) دی؛ بد شکل لرونکی انسان هیڅ ګناه نلري ترڅو هغه ته پيغور ورکړل شي او ملامت شي، او د ښکلي شکل لرونکي انسان هیڅ غوره والی او ځواک نه لري ترڅو د هغه څخه مننه وشي او پورته وشمیرل شي.
يو سړي حکيم ته وويل: اې بد څېره لرونکیه! هغه ورته وویل: زما د مخ جوړول زما په اختیار کې نه و ترڅو چې ما ښکلی کړی و، نو که څوک د هنر کار ته سپکاوی وکړي، نو هغه د هغه جوړونکي ته سپکاوی کوي. حدیث کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «كُلُّ خَلْقِ اللهِ -عز وجل- حَسَنٌ» "د الله –جل جلاله- ټول مخلوقات ښايسته دي". [«د الباني السلسلة الصحيحة» ].
که تا په مصیبت اخته کس ولیده؛ نو د هغه د رغیدو لپاره د الله ستاینه وکړه، او لکه څنګه چې ویل شوي: "په خپل ورور باندې مسخره مه کوه، ځکه چې الله به هغه روغ کړي او تا به رنځور کړي"
عبدالله بن مسعود -رضي الله عنه- به ویل: "مصیبت ویلو ته سپارل کیږي، که چیرته زه سپي باندې وخندم، زه ډارېږم چې زما څخه به سپی جوړ شي".
او د ابراهیم النخعي –رحمه الله- څخه نقل شوي، هغه وویل: " زه چې کله عیبجن شی وګورم، هیڅ شی ما نه منع کوي چې د هغه په اړه خبرې وکړم پرته لدې چې زه هم د هغه په څیر اخته نشم".
اې الله! اې الخالق (د هر شي پیداکونکی)، البارئ (نااشنا پیداکوونکی)، المصور (صورت جوړونکی) ذاته ! موږ له تا څخه سوال کوو چې: موږ د خپل غوره مخلوق څخه وګرځوه، او موږ باندې تا ته د وړاندې کیدلو په ورځ رحم وکړه.
25
د ګناه عفوه کوونکی -جل جلاله-
کله چې ګناهکارانو واورېدل: (فَأُولَٰئِكَ عَسَى اللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا) (نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته بخښنه وكړي او الله له ازله ښه عفوه كوونكى، ښه بخښونكى دى) [النساء سورت: ایت 99]؛ د عاجزۍ لاسونه يې پورته کړل، خپل شکايتونه يې هغه ته وړاندې کړل، د هغه دروازې ته يې خپل بارونه واچول، د هغه څنګ ته يې پناه ویوړه، ډېره بخښنه يې وغوښتله، او بیا هغوی اواز وکړ: اې عفوه کوونکی او بخښونکی ذاته ! مونږ له تاسو پرته بل څوک نه لرو.
نو سخي او بخښونکي ذات د هغوی حالت ته وکتل، او د دوی رازونو باندې خبر شو؛ د هغوی څخه یې خطاګانې لرې کړې، او د هغوي ګناهونه یې له منځه یوړل، او د هغوی درجې یې لوړې کړې.
نو بخښونکي ذات لره پاکي ده! او پاکي دی هغه ذات لره چې دوی یې د بښنې لپاره غوره کړل، او هغوی یې د خپلې بخښنې لپاره غوره کړل!
که تاسو ته مصیبتونه راشي، او ناخوالي درورسیږي، او یا مو د ګناهونو بار دروند شي؛ د هغه په نوم اواز وکړه، او بخښنه ترې وغواړه.
اې ربه، که زما ګناهونه لوی او ډیر وي ... زه پوهیدلی یم چې ستا بخښنه ډیره لویه ده ... او که ستا څخه یوازې نیک انسان امید ولري ... نو مجرم به چا ته پناه یوسي او له چا څخه به مرسته وغواړي
اې ربه زه ستا څخه په عاجزۍ سره غواړم لکه څرنګه چې تاسو امر کړی ... نو که ته زما لاس خوشې کړي، پر ما به څوک رحم وکړي
الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ) (بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى) [الحج سورت: ایت 60].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپلو بندګانو ګناهونه په پراخه کچه بخښي؛ تر لامحدوده کچې پورې، هغه – جل و علا - له ګناهونو څخه تیریږي، او د ګناهونو اثار په بشپړه توګه لیرې کوي؛ او د بندګانو څخه به د قيامت په ورځ د هغې غوښتنه نه کوي، او د کرام الکاتبین له ديوان څخه به يې پاک کړي، حتا د هغوی له زړونو څخه به يې هير کړي، چې په يادولو سره يې شرمنده نه شي او د هرې بدۍ پر ځای به نیکي ثبت کړي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - هغه ذات دی چې و - او اوس هم دی - د بخښنې لپاره پیژندل شوی دی، د خپلو بندګانو لپاره د غفران او بښنې په صفت موصوف دی، هرڅوک د هغه بخښنې، رحمت او سخاوت ته اړمن دي، او د بخښنې او عفوې ژمنه یې کړی ده څوک یې چې اسباب له ځانه سره ولري.
او هغه –سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې بخښنه قبلوي، او هغه: اسانتیا راوستونکی دی، چې خپلو بندګانو لپاره یې د هغوی واجبات اسانه کړي دي، د هغه نیمګړتیاوو او کمزوریو له امله چې د بنده لخوا واقع کیږي، نو څوک چې د لمونځ اراده وکړي الله هغه باندې یې اودس فرض كړى دی، او کله چې يې اودس مات شي، نو د هغه چا لپاره بخښنه کوي چې تیمم وکړي هرکله چې اوبه و نه مومي، د خپلو بندګانو د ضعف په پام کې نیولو سره.
ویل شوي دي: عفو د مغفرت په پرتله ډیره اغیزمنه ده؛ ځکه چې عفوې سره د ستر او پردې احساس کوي، او مغفرت له پاکولو احساس ورکوي، نو پاکول د ستر او پردې په پرتله ډیره مؤثر دي.
او د هغه بخښنه دوه ډوله ده:
عمومي بخښنه: دا د کفارو او نورو ټولو مجرمینو لپاره ده؛ د هغو سزاګانو په ردولو سره چې له لاملونو سره ټاکل شوي دي، او د نعمتونو د قطع کیدولو سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په ښکنځلو او شرک سره الله په تکلیفوي، حال دا چې الله هغوی ته شفا او روزي ورکوي، او د دوی لپاره دنیا پراخه کوي، هغوی ته فرصت ورکوي او خپله بخښنه او زغم سره له دوی څخه نه غافله کیږي، نو د الله خیر او نیکي په بندګانو باندې راښکته کیږي او د دوی بدۍ ورته پورته کیږي، الله د بندګانو له عبادت څخه بې نیازه دی، هغه په مینې سره دوی ته نعمتونه ورکوي، او دوی په قهر او غضب سره د هغه نافرماني کوي، حال دا چې هغوی ټول الله ته محتاج دي.
خاصه بخښنه: دا هغه بخښنه ده چې د توبه کونکو، بخښنې غوښتونکو، دعا کوونکو، عبادت کوونکو، او مصیبت ځپلو، ثواب غوښتونکو مومنانو لپاره ده.
هغه بخښوونکی دی ..
او د هغه –تبارک و تعالی- د بخښنې له عظمت څخه: دا ده چې هرچا ته چې په دې دنیا کې بخښنه وکړي، الله ډیر مهربان ذات دی لدې چې د قیامت په ورځ د خپلی بخښنې څخه په شا شي، هغه کریم او سخي دی او له خپل بخښنې څخه نه په شا کیږي، او دا د الله –جل وعلا- طرېقه ده چې له خپلو اولیاو او دوستانو سره یې کوي.
او د هغه –تبارک و تعالی- د عظمت څخه: دا ده چې په دې دنیا کې هغه توبه کوونکي ګناهکاران بخښي؛ هغه - عزوجل - په آخرت کې ټینګار کوونکو موحدینو ته بخښنه کوي.
او د هغه –عزوجل- د عظمت څخه: دا چې هغه د خپل بنده ګناه بخښي که د هغه جرم هر څه وي؛ حتی که د هغه –سبحانه و تعالی- حق هم وي، او د هغه بد عملونه په نیکیو بدلوي، نو څوک کولی شي د ګناه بدله په داسې شي سره بدله کړي بغیر له رب –سبحانه و تعالی- څخه؟ او که د هغه د بخښنې عظمت نه وای، نو ځمکه به د خپلو اوسیدونکو سره ډوبه شوې وه؛ د هغې ګناهونو په سبب چې په ځمکه کې تر سره کیږي.
د هغه –عزوجل- د بخښنې له عظمت څخه: دا دي چې خپلو بندګانو ته د هغو اسبابو لارښوونه کوي چې له مخې یې د هغه سپیڅلې بخښنه ترلاسه کیږي؛ له کارونو، اخلاقو، قولونو او عملونو څخه، ځکه چې که بنده زیات نیک عملونه ترسره کړي، نو په خپلو ډیرو ګناهونو او خطاګانو باندې برلاسی کیږي.
هغه ته وروګرځه!
بخښونکی ذات -تبارك وتعالى-؛ تا ته د اوو اسمانونو له پاسه غږ کوي او وایی: (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60]، څه شی تاسو د هغه له سخاوت څخه سستوي؟! او څه شی تا اړ باسي چې د ډیرو رجوع کوونکو او توبه کوونکو په لیکو کې د شاملیدو لپاره ځنډ وکړې؟
نو ته د الله چې د پادشاهانو پادشاه، کریم او بخښونکی ذات دی د هغه په دربار کې په عاجزۍ سره ودریږه؛ هغه څوک چې د هغه په لاس کې د خلاصون او خوشحالۍ کليانې، عفو او بخښنه ده.
(أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ) (ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي) [التوبة سورت: ایت 104]، بلال ابن سعد وویل: «تاسو داسې رب لرئ، چې ستاسو په عذاب ورکولو سره ګړندی ندی، تیروتنه معافوي، توبه قبلوي او راستنیدونکي ته مخې ته ورځي، او شا اړوونکي سره خواخوږي کوي».
او دا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعا څخه وه: «اللَّهُمَّ! إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ العَفْوَ؛ فَاعْفُ عَنِّي» «اې الله! ته بخښونکی یې او بخښنه خوښوې؛ ما وبخښه». [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: "که هغه تاسو ته بخښنه وکړي، ستاسو اړتیاوې به تاسو ته پرته له غوښتنې راشي".
سفیان ثوري -رحمه الله- ویلي: «زه نه غواړم خپله محاسبه خپل پلار او مور ته وسپارم؛ ځکه زه پوهیږم چې الله -سبحانه و تعالی- پر ما له دوی څخه ډیر مهربان دی».
او کله چې زما زړه سخت شو او لارې راتنګې شوې... ستا د بخښنې طرف ته مې خپل امید پوړۍ وګرځولې ... خپل ګناهونه راته لوی ښکاره شو نو کله چې مې پرتله کړل ... ستا د بخښنې سره، نو ستا بخښنه نوره هم ډېره لویه وه
او ته همېشه له ګناه څخه د بخښنې خاوند یې ... ته د احسان او منت له وجې سخا او بخښنه کوې
د بخښنې کیلي:
علماوو ويلي دي: الله ته تر ټولو محبوب مخلوق هغه دی: څوک چې د هغه –تبارک و تعالی- د نومونو او صفاتو د غوښتنو سره متصف وي، نو هغه –سبحانه و تعالی- رحم کوونکی دی رحم کوونکي خوښوي، بخښونکی دی بخښونکي خوښوي، نو الله –سبحانه و تعالی- د خپل بنده لپاره هغه څه دی لکه څنګه چې بنده د هغه د مخلوق لپاره دی، ځکه چې الله –عزوجل- فرمايي: (فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ) (نو (يوازې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو) [آل عمران سورت: ایت 159].
او د بخښنې رسۍ تقوا ته تر ټولو نږدې درجه او مقام دی؛ بلکه د هغه د سخاوت او مهربانۍ څخه دي: دا چې هغه د بندګانو د بخښنې په مقابل کې لویه بخښنه کوي، الله –عزوجل- فرمایلي: (إِن تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَن سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا) (كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوئ، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى) [النساء سورت: ایت 149].
د ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- په واقعه کې، کله چې هغه قسم وکړ چې مسطح (د هغه د خپلوانو څخه و) ته به نفقه نه ورکوي، وروسته لدې چې د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- پر میرمنې عایشه –رضي الله عنها- یې تور پورې کړ، د افک په مشهوره واقعه کې، الله –تبارک و تعالی- وفرمایل: (وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (او په تاسو كې دې د فضیلت او پراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [النور سورت: ایت 22].
څوک چې بخښنه وکړي او د هغه څه تمه وکړي چې له الله سره دي؛ الله –سبحانه و تعالی- به ورته په دنیا او آخرت کې د هغه څخه ډیر څه ورکړي چې هغه یې تمه درلوده.
او په صحیح حدیث کې راغلي دي چې هغه - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «مَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا» "الله بنده ته په بخښنې سره نه ورکوي مګر عزت". [مسلم روایت کړی].
نووي -رحمه الله- فرمایلي: "هغه څوک چې د عفوې او بخښنې سره وپیژندل شو، په زړونو کې به لوي شي، او د هغه عزت او وقار به هم ډیر شي".
اموي خلیفه عبدالملک بن مروان په زړه پورې خطبه ورکړه، بیا یې خطبه ودروله، سخت یې وژړل، بیا یې وویل: «اې ربه، زما ګناهونه لوی دي، او ستا لږه بخښنه تر هغو لویه ده، ستا په لږې بخښنې سره زما لوی ګناهونه و بخښه».
دا خبره حسن البصري ته ورسېده؛ هغه وژړل او ویې ویل: که کومه خبره په سرو زرو لیکل شوي وای، دا خبره باید لیکل شوي وای!».
او یو بانډه چې دعا وکړه: «اې الله! تا موږ ته امر کړی دی چې هغه څوک معاف کړو چې پر موږ یې ظلم کړی دی، مونږ پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، نو مونږ ته عفوه وکړه».
او موږ تا ته دغه دعا کوو: (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) (اې زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو) [الأعراف سورت: ایت 23].
اې الله! ته بښونکی یي، بخښنه خوښوې؛ موږ ته بخښنه وکړه؛ اې د ډېر رحم څښتنه!
26 - 27
الغَـفُوْرُ الغَــفَّــارُ -جل جلاله- د ډيرو او لویو ګناهونو بخښونکی ذات -جل جلاله-
طبراني د ابو طويل له قوله په صحیح سند سره نقل کړی دی چې: هغه رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته راغی؛ ويې فرمايل: د داسې سړي په اړه څه فکر کوې چې ټول ګناهونه يې کړي وي او هيڅ يې نه وي پرېښي، په دې كې يې هيڅ كوچنى او ستر څیز يې نه وي پریښى مګر دا چې هغه یې کړی وي، نو آيا د ده لپاره توبه شته؟
ويې ويل: اسلام دې قبول کړی؟ ويې ویل: اما زه: فأشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأنك رسول الله، یعنې زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې دی بل شریک نه لري او ته د الله رسول یې، هغه وویل: هو؛ ته نیک کارونه وکړه او بد کارونه پرېږده، نو الله به دا ټول ستا لپاره نیک وګرځوي» هغه وویل: زما خیانتونه او بد عملونه؟! ويې ويل: هو، ويې ويل: الله اکبر (الله ډېر لوی دى)! هغه تکبیرونه ویل تردې چې پناه شو.
او له الله څخه د بخښنې غوښتنه کوم
او پوهیږم چې الله عفوه او بخښه کوي
که خلک ګناهونه لوی ګڼي، نو دغه ګناهونه
که څه هم لوی وي، د الله د رحمت په مقابل کې کوچني دي
زموږ بحث د داسې نوم په اړه دی چې یو ګناهکار او مؤمن یې نه اوري مګر دا چې زړه یې ورسره تړل کیږي، او په دې سره ډیر خوشحاله کیږي، او د امید دروازې هغه ته پرانستل کیږي، هغه د الله: الغفور او الغفار – تبارک و تعالی- نوم دی.
هغه –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (۞ نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم) [الحجر سورت: ایت 49]، او فرماېلي یې دي: (فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا) (نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى) [نوح سورت: ایت 10]، او فرماېلي یې دي: (إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ) (بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى) [النجم سورت: آیت 32].
الغفر په لغت کې: پټولو او پوښلو ته وایي.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی - د خپلو بندګانو د ګناهونو پوښونکی دی، چې په خپل ستر او پردې سره یې پټوي؛ له هغه پرته د دوی ګناهونه بل څوک نه شي موندلی، او دا چې د هغوی له خطاګانو او ګناهونو څخه تیر شي.
هغه –عزوجل- د خپلو بنده ګانو ګناهونه وخت په وخت سره بې شمېره بخښي، څومره چې بنده له ګناه څخه توبه وباسي، د الله –عزوجل- له لوري بخښنه تکرارېږي.
دروازه پرانیستې ده..
طبراني او نورو ذکر کړي دي: یو سړی رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! زموږ څخه یو چا ګناه وکړه؟ ويې وويل: هغه باندې به ليکل کېږي، بيا يې وويل: له هغه څخه دې بخښنه وغواړي او توبه دې وباسي؟ هغه وویل: «يُغْفَرُ لَهُ وَيُتَابُ عَلَيْهِ، وَلَا يَمَلُّ اللهُ حَتَّى تَمَلُّوا» "هغه به بخښل کیږي او توبه یې قبلیږي، او الله تر هغه پورې نه ستړي کیږي ترڅو چې تاسو ستړي نه شئ". [حسن حدیث دی. دا په "المعجم الکبیر و الاوسط" کې راغلی دی].
او هغه بخښونکی دی، که د (ځمکې) په اندازه ګناه وکړي ... پرته له شرک څخه نور ګناهونه وکړي
نو هغه به درته د هغې (ځمکې) په اندازه بخښنه وکړي ... پاکي ده هغه ذات لره چې ډیر بخښونکی دی
الله –عزوجل- د ټولو توبه کوونکو، ګناهکارانو او خطاکارانو لپاره خپله دروازه خلاصه کړې ده؛ نو هغه – سبحانه و تعالی - فرماېلي: (۞ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [الزمر سورت: ایت 53]، بلکي له اوو اسمانونو پورته يې غږ وکړ چا چې ويلي وو: الله له دریو څخه دریم دی؛ هغوی ته یې د توبې غږ وکړ؛ ترڅو هغوی ته بخښنه وکړئ؛ هغه وفرمایل: (أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (ایا دوی ولې الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډیر بخښونکی، بې حده مهربان دی) [المائدة سورت: ایت 74].
ټول ګناهونه بخښل کیږي؛ پرته له هغه چا چې الله ته ورشي په داسې حال کې چې مشرک وي: (إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا) (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله) [النساء سورت: ایت 48].
او په دې اړه آیتونه ډېر دي.
اما په حدیثو کې؛ قدسي حدیث کې راغلي: «قَالَ اللهُ -تبارك وتعالى- : يَا ابْنَ آدَمَ! إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي؛ غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلَا أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ! لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي؛ غَفَرْتُ لَكَ وَلَا أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ! إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لَا تُشْـرِكُ بِي شَيْئًا؛ لَأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً» «الله –تبارک وتعالی- فرمایلي: اې د آدم اولاده! که ته ما وبلې او له ما څخه هیله وکړې؛ زه به تاته د هغه څه په خاطر بخښنه کوم چې په تا کې وو او زه یې پروا نه لرم، اې د آدم اولاده! که ستا ګناهونه د اسمان ورېځو ته ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې؛ زه به تا وبخښم او پروا یې نه لرم، اې د آدم اولاده! كه ته د ځمكې په اندازه ګناهونو سره ما ته راشې او زما سره ملاقات وکړې او زما سره دې هیح څیز شریک کړی نه وي، زه به تا ته د هغې په اندازه بخښنه وکړم». [صحیح حديث دی. ترمذي روایت کړی].
دا د هغه چا لپاره دی چې یوازې د بخښنې غوښتلو لپاره راځي، د بیرته نه ستنیدو هوډ لري، په توبه کې مخلص وي، او که الله د هغه په اخلاص پوه شي، نو هغه به د هغه بد عملونه په ښه عمل بدل کړي، دا د هغه سخاوت او مهرباني له خپلو بندګانو سره ده.
مه مایوسه کیږئ!
او نېک عملونه د ګناهونه کفاره دي، الله –سبحانه و تعالی- فرمايي: (إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ) (بېشكه نېكيانې بديانې لرې كوي) [هود سورت: ایت 114]، او په صحیح حدیث کې راغلي دي چې هغه -عليه الصلاة والسلام- فرمایلي دي: «وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الحَسَنَةَ تَمْحُهَا» "د هرې بدۍ وروسته نیکۍ وکړئ، دا به هغه له منځه یوسي". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
هغه مصیبتونه چې بنده ته رسیږي - که په خپل ځان، د هغه په اولاد یا د هغه په مال کې وي - د هغه بد عملونه کفاره کوي؛ که هغه د الله څخه د ثواب تمه ولري، صبر وکړي، او د الله –تبارک و تعالی- په حکم راضي وي.
او الله –عزوجل- د خپل بنده په توبې د هغه سړي په پرتله ډیر خوشحالیږي چې په دښته کې یې خپله سورلۍ ورکه کړي وي چې د هغه خوراک او څښاک هغې باندې بار وي او بیا یې ومومي.
او په هره پیمانه چې د بنده ګناه لويه وي او یا له هغه څخه تکرار شي؛ الله په خپل رحمت کې تر هغه لوی دی تر هغه وخته پورې چې بنده بخښنه غواړي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى) [الأعراف سورت: ایت 156]، او له هغه - عليه الصلاة والسلام - څخه ثابت دي چې هغه د خپل رب – عزوجل- څخه روایت کوي، او فرمایي: "یو بنده ګناه وکړه؛ بیا یې وویل: اې الله! زما ګناه وبخښه، بیا هغه –تبارک و تعالی- وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوه شو چې هغه لره رب شته چې ګناه بخښي، او ګناه باندې یې نیسي، بیا یې ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه! زما ګناه وبخښه، نو الله –تبارک و تعالی- وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوه شو چې هغه لره رب شته چې ګناه بخښي، او ګناه باندې یې نیسي، ویې فرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوه شو چې هغه لره رب شته چې ګناه بخښي، او ګناه باندې یې نیسی، بیا یې ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه! زما ګناه وبخښه، نو الله –تبارک و تعالی- وفرمایل: هر څه چې کوي وې کړه! [مسلم روایت کړی] يعنې: تر څو چې ته توبه ویستونکی، ډیر دعا کوونکی، او رجوع کوونکی اوسې.
د خپل څښتن لپاره تواضع وکړه !
او د الله –عزوجل- دروازه د ټولو توبه کوونکو او دعا کوونکو لپاره پرانیستي ده، هغه عفو کوونکی او بخښونکی و؛ او دی، او هغه چا ته یې د بخښنې او عفوې ژمنه کړې ده چې د بخښنې اسباب له ځانه سره ولري: (وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَىٰ) (او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېک عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي) [طه سورت: ایت 82]، او هغه څوک چې دومره ګناهونه او بدۍ ولري چې د حساب او شمیرلو څخه تیر وي؛ نو له الله څخه دې بخښنه وغواړي د هغه څه څخه چې الله شمیرلي او هغه باندې پوهه دی.
د دې مطلب دا ندی: چې مسلمان په خطاګانو او ګناهونو کې اسراف وکړي، او په دې بهانه دې د الله نافرمانۍ ته زړه ښه کړي: چې الله بښونکی او مهربان دی! الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ ۚ إِن تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا) (ستاسو رب پر هغه څه ښه پوهه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له پیله د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى) [الإسراء سورت: ایت 25]، فضیل ابن عیاض -رحمه الله- فرمایلي: "بخښنه پرته له پریښودلو.. د درواغجنو توبه ده".
د ژغورنې رسۍ ..
هغه ټولو مخلوقاتو ته امر وکړ چې بخښنه وغواړي او د هغوی په سر کې: پیغمبران دي؛ (فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا) (نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى) [نوح سورت: ایت 10]، او په مستند ډول روایت شوی دی چې هغه - عليه الصلاة والسلام - فرمایلي: «وَاللهِ! إِنِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي اليَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّةً» «په الله قسم! زه په ورځ کې له اویا ځلو څخه زیات له الله څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه کوم». [بخاري روایت کړی]، دا د پیغمبرانو په حق کې دی؛ د دوی څخه راښکته خلک په اولی طریقه باید بخښنه وغواړي. رسول الله -صلی الله علیه وسلم- علي بن ابي طالب -رضی الله عنه- ته وفرمایل: «أَلَا أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ إِذَا قُلْتَهُنَّ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ؛ وَإِنْ كُنْتَ مَغْفُورًا لَكَ؟»، قَالَ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ العَلِيُّ العَظِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الحَلِيمُ الكَرِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، سُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ العَرْشِ العَظِيمِ» «آیا زه تا ته هغه کلمات در زده نه کړم چې که هغه ووایې، الله به تا وبخښي؛ حتا که ته بخښل شوی هم وې؟"هغه وفرمایل: ووایه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ العَلِيُّ العَظِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الحَلِيمُ الكَرِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، سُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ العَرْشِ العَظِيمِ، یعنې: له الله پرته بل معبود نشته، لوړ او لوی دی، له الله پرته بل معبود نشته، حلیم او مهربان دی، له الله پرته بل معبود نشته، پاک دی الله چې د لوی عرش څښتن دی». [صحیح حدیث دی، ترمذي روایت کړی].
او علي -رضي الله عنه- فرمايي: "حیرانتیا ده هغه چاته چې هلاک کیږي او له هغه سره نجات وي! وويل شول: هغه څه شی دی؟ ويې ويل: استغفار. قتاده -رحمه الله- ورته وويل: قرآن ستاسو د مرض او دوا په لور لارښوونه کوي؛ او ستاسو مرض ستاسو ګناهونه دي، او ستا د دوا استغفار دی".
شیخ الاسلام - رحمه الله - فرمايي: «ګناهونه د ضرر سبب دی، او استغفار د هغه اسباب له منځه وړي، لکه څنګه چې الله –سبحانه و تعالی- فرمايي: (وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ) (او الله دوى ته عذاب وركوونكى ندى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي) [الأنفال سورت: ایت 33]".
ابن کثير وايي: «او په چا کې چې دا صفت وي، یعنې: د «استغفار» صفت، نو الله به د هغه رزق اسانه کړي. د هغه خپل شان او ځواک به محفوظ ولري».
زه تا ته د هغو ګناهونو څخه شکایت کوم چې زه له هغو څخه انکار نشم کولی ... اې زما امیده، مهرباني وکړه زما ګناهونه ما ته وبخښه ... مخکې له دې چې ته د حشر په میدان کې زما څخه پوښتنه وکړې ... کوم چې د وحشتونو په ورځ کې دې هم په یاد دی
زه ستا څخه هیله کوم، اې د احسان څښتنه چې د جزا په ورځ یې راته وبخښه .. څرنګه چی ما له تا څخه غوښتنه کوله او هماغه څیر یې راته و پوښه چې په ځمکه کې دې راته پوښلې وه.
د "لا اله الا الله" او "استغفار" د یوځای کولو راز د هغه –سبحانه و تعالی- په دې وینا کې دی: (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) (نو ته پوهه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم) [محمد سورت: ایت 19]: "توحید د شرک ریښه لرې کوي، او استغفار د هغه څانګې له منځه وړي.
تر ټولو غوره حمد: د: لا اله الا الله، ویل دي ، یعنې له الله پرته بل معبود نشته، او تر ټولو غوره دعا: استغفر الله وییل دی، یعنې زه له الله څخه بخښنه غواړم، نو هغه ته يې په توحید سره امر وکړ، او دا چې د خپل ځان او د مؤمنانو ښځو او وروڼو لپاره بخښنه وغواړي.
اې الله! مونږ، زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه؛ اې د جهانونو ربه!
28
الكَبِــيرُ -جل جلاله- د بزرګۍ خاوند -جل جلاله-
د دروازې په درشل کې ..
ستا رب –سبحانه و تعالی-، هغه ذات چې د ټولو قدرتونو اوملکوت څښتن دی، لوى او عالي دى؛ خپلې اړتیاوې د هغه دروازې ته ورسوه، او د هغه په حضور کې خپل زړه متواضع ولره؛ هغه به ستا حاجتونه پوره کړي، ستا ناروغي به لرې کړي، ستا پور به ادا کړي، او ستا اندیښنه به لرې کړي، او ستا په خوله به موسکا راولي..
هغه لوي الله –تبارک وتعالی- دی.
ستا هیلې د لوی الله سره... حقایق دي.
او ستا ارمانونه که هر څومره لوړ وي، د لوی ذات په نیز .. ډیر کوچني دي.
او ستا خواهشات د لوی ذات په نیز .. تا ته به درکړل شي، او ستا لیوالتیا به تا ته راشي.
هغه – تبارک و تعالی - لوی دی؛ د وېرې په وخت کې ستا پټنځای او مصیبتونو کې ستا مرسته کوونکی... هغه لوی الله دی. (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: ایت 9].
زموږ لوی څښتن – تبارک و تعالی -؛ څوک چې په خپل ذات کې لوی او لوړ دی، هیڅکله له هغه – عزوجل- څخه لوی او ستر شتون نه لري. (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي) [الزمر سورت: ایت 67].
او زموږ رب – تبارک و تعالی - د هغه په صفاتو کې خورا لوی دی؛ دا صفتونه ټول د کمال، عظمت او جلال صفتونه دي، هیڅوک د هغه په نومونو کې شریک، مانند، شبیه، او ملګری شتون نلري،
او زموږ رب – تبارک و تعالی- په خپلو اعمالو کې تر ټولو لوی دی، او د هغه د مخلوق عظمت د هغه د عملونو په عظمت ګواهي ورکوي، (لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي) [غافر سورت: ایت 57].
زمونږ رب – تبارک و تعالی - ډېر لوی او د لویۍ خاوند دی، هغه ذات چې د هغه د جلال او عظمت په مقابل کی هر لوی، کوچنی ښکاري.
او زموږ رب – عزوجل – له ټولو نیمګړتیاوو، بدیو او عیبونو څخه ډېر لوی او لوړ دی.
او زمونږ رب - عزوجل - چې له هر ډول شر ، بدۍ او ظلم څخه پورته دی؛ (الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: ایت 9]، (فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ) (نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى) [غافر سورت: ایت 12].
ټوله ستاینه، فضل او پادشاهي تا لره ده اې زموږ ربه
هیڅ شی ستا څخه د ویاړ په لحاظ لوړ ندی
پاکي ده هغه ذات لره چې خلق د هغه د قدر درناوی نه کوي
هغه ذات چې د عرش د پاسه واحد او تنها دی
عقلونه لنډ شول!
او الله – جل و علا - له هر څه څخه لوی دی، او د هر هغه څخه لوی دی چې زموږ علم یې احاطه وشي کولی. (وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري). [طه سورت: ایت 110].
الله – تبارک و تعالی - لدې څخه لوی دی چې مونږ د هغه د ذات یا د هغه د صفاتو په اړه وپوهیږو؛ له همدې امله مونږ د الله په اړه له فکر کولو څخه منع کړی شوي یو؛ ځکه چې مونږ په خپلو کوچنیو، نیمګړو او محدودو عقلونو سره هغه نشو درک کولی، په الاوسط کې د طبراني له قوله راغلي چې: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: "د الله د نعمتونو په اړه فکر وکړئ او د الله –عزوجل- په اړه فکر مه کوئ". [صحیح حدیث دی] او د هغه – عزوجل- په جلال او لویۍ یوازې هغه پوهیږی؛ نه کوم نږدې ملاېک، او نه کوم رالیږل شوی پیغمبر؛ هغه یوازې الله - عزوجل – ته ځانګړی شوی دی.
غوره وینا ..
نو الله - عزوجل - له هر څه څخه لوی دی؛ د ذات، احترام، معنی، عزت او عظمت له لحاظه؛ له همدې امله ویل کیږي چې: د عربو لپاره ترټولو غوره کلمه د تعظیم او اجلال په معنی کې: د (الله اکبر) لفظ دی؛ ځکه چې دا د عظمت له صفت څخه ډیر بشپړ دی؛ او کله چې موږ ووایو: (الله اکبر) پدې کې عظمت شامل دی او په معنی کې له هغه څخه زیات دی.
له همدې امله په لمانځه او اذان کې مشروع الفاظ دي په: (الله اکبر) سره راغلي دي؛ ځکه چی دا د (الله اعظم) له ویلو څخه ډیر بشپړ دی، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلی: «قَالَ اللهُ -عز وجل- : الكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمْا؛ قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ» «الله –عزوجل- وفرمایل: لویي زما څادر دی او عظمت زما جامه ده، نو ددې هریو په اخیستلو کې چې څوک زما سره شخړه وکړي؛ هغه به اور ته واچوم». [صحيح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
امام ابن تیمیه -رحمه الله- فرمایي: نو هغه عظمت د لنګ (پرتوګ) په څیر او لویي یي د څادر په څیر معرفي کړه، او دا معلومه خبره ده چې څادر غوره ده، نو کله چې تکبیر د تعظیم په پرتله ډیر موثر و، هغه یي پدې لفظ سره بیان کړ، او پدې کې تعظیم هم شاملیږي.
بادشاه ته د ننوتلو کیلیانې:
نو لدې امله؛ دا کلمه په لمانځه کې د داخلېدو لپاره وضع شوې ده، ځکه چې مسلمان په دې سره پاچاهانو ته د غلامانو په څیر ننوځي، او کله چې د داخلېدو شرف یې حاصل کړ، نو تر ټولو موثر لفظ (الله اکبر) دی،او د هغه حال داسې وايي چې: "الله اکبر، زه له لدې لفظ سره خپل مالک، خالق او خپل روزي ورکوونکي ته ننوځم، او الله اکبر د ژوند له اندیښنو څخه ډیر لوی دی". که یې په اخلاص او فکر سره وویل؛ د الله عظمت به یې په زړه کې پیدا شي، غړي به یې عاجز شي، له الله څخه به حیا وکړي، او د هغه وقار او لویي به یې پرینږدي چې د هغه زړه له هغه پرته نورو سره مشغول شي، د دې کلمې د عظمت له امله دا کلمه د مسلمان په ډېرو عبادتونو کې ورسره مل ده، ترڅو دالله رضا ترلاسه کړي، ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: "(وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّهِ أَكْبَرُ) (او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده) [التوبة سورت: ایت 72]، د الله رضا د بنده څخه د جنت او هغه څه چې په کې دی لویه ده؛ ځکه چې رضا د الله صفت دی، او جنت د هغه مخلوق دی.
غالب هغه دی چې لوی ذات ته پناه یوسي..
(الله اکبر) که له زړه سره ګډ شي؛ مؤمن هغه سره وياړمن شي، او په الله باور او اعتماد وکړي، او په هغه باندې توکل وکړي، د هغه په نیز به هر څه د الله د لویۍ او عظمت په مقابل کې کوچني وي.
تاریخ پوهان وایي: "حجاج د مقام ابراهیم تر شا دوه رکعته لمونځ اداء کړ؛ د يمن له خلکو څخه يو فقیر راغی او د کعبې شاوخوا یې طواف کاوه، او د طواف پر مهال د یمني فقیر په جامو کې نېزه ونښتله او بیا د حجاج پر بدن وغورځیده؛ نو حجاج وویریده، بیا یې وویل: هغه ونیسئ! نو عسکرو ونیوه او ویې ویل: هغه ماته رانږدې کړئ؛ هغه یې ورته ورنږدې کړ.
حجاج وویل: ته ما پیژنې؟ هغه وویل: زه تا نه پیژنم! حجاج وویل: په یمن کې ستاسو والی څوک دی؟ ويې ويل: محمد بن يوسف - د حجاج ورور- ده هغه په شان ظالم او يا تر هغه بدتر دى، ويې ويل: ته نه پوهېږې چې زه يې ورور يم؟ ويې ويل: ته حجاج يې؟ ويې ويل: هو، غريب سړي وويل: ته بدبخته یې! او بدبخته ستا ورور دی! ويې ويل: زما ورور دی په یمن کې څنګه پرېښود؟ هغه وویل: ما هغه په خیټورۍ او چاقوالي حالت کې پریښود، هغه وویل: ما له تا څخه د هغه د روغتیا پوښتنه نه ده کړې، ما د هغه د عدالت په اړه وپوښتل، هغه وویل: ما هغه متجاوز او ظالم پرېښود، ویې ویل: ته نه پوهېږې چې هغه زما ورور دی؟ ته له ما څخه نه وېرېږې؟ ويې ويل: اې حجاجه، ته څه فکر کوې په کومه پیمانه چې ستا ورور په تا نازیږي زه به په خپل واحد او یکتا ذات باندې له هغه څخه زیات نه نازیږم ؟! طاووس - راوي - وویل: په الله قسم زما ویښتان ودریدل ! بیا حجاج هغه سړی خوشې کړ؛ نو هغه د کعبې طواف بیرته پیل کړ او پرته له الله څخه له هیچا څخه نه ویریده.
د هغوی کفنونه د فداکارۍ په وینو رنګ شوي وو
الله د هغې زنځيرونو څخه لوی دی چې دوی یې ورڅکول
ستا په لاس کې د لارښوونې رسۍ غښتلی اړخ لري
په لاره او زموږ د ارواحو په یو اړخ کې
هغه کوم لوی کار دی، لویه غمیزه او لویه اندیښنه ده چې د لوی الله لپاره به د هغه حل ستونزمن وي؟
نو؛ الله – عزوجل- لوی دی، او هر لوی سړی چې تاسو لیدلی وي، او یا مو اوریدلي وي او یا مو پیژندلی وي؛ الله د هغه رب دی، الله د هغه څخه لوی دی، نو هغه به څرنګه ستونزې وي چې د عزت، لویۍ او عظیم الله له ارادې سره مقابله وکولی شي؟
نو؛ الله – تبارک و تعالی- لوی ذات دی، هغه ذات چې ستاسو ستونزې به حل کړي، ستا ټول دردونه په روغتیا، او ستا ټول ارمانونه به په حقیقت او ستاسو ټولې اوښکې به په موسکاګانو بدلې کړي.
نو خپل لاسونه د الله رسۍ باندې ټینګ وساته
ځکه چې هغه ستا ستنه ده کله چې نورې ستنې تا سره جفا وکړي
اې الله! موږ له تا څخه ستا په لوی نوم غوښتنه کوو: چې پر مونږ جنت ته د ننوتلو او له اور څخه د خلاصون پیرزوینه وکړې.
29 – 30 - 31
الأَعْـلَى الـعـــَلِــيُّ المُـتَـعــَالِ -جل جلاله- د لوی مرتبې خاوند، تر ټولو لوړ او برتر ذات -جل جلاله-
کله چې مصیبت واقع شي، بدبختي او ناورین راشي؛ زړه پورته خوا ته ګرځي، لاسونه لوی څښتن ته پورته کیږي، سترګې اسمان خوا ته ګوري او د لوړ، لوی او برتر الله څخه د خلاصون په تمه وي.
زموږ رب – عزوجل – هغه: تر ټولو لوړ، ډېر لوی او برتر دی، هغه – تبارک و تعالی– فرمايلي: (وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ) (او هم هغه ډېر اوچت، ډېر لوى دى) [البقرة سورت: ایت 255]، او فرمایلي یې دي: (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1]، او الله -سبحانه وتعالى -فرمایلي- : (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: ایت 9].
زموږ رب تر ټولو لوړ- ډېر لوی - او برتر دی: هغه ذات چې له هغه څخه لوړ نشته او هغه لپاره له ټولو اړخونو څخه مطلق لوړوالی دی:
* د ذات لوړوالی : زموږ رب –سبحانه و تعالی-، په خپل عرش باندې برقراره دی، د خپل مخلوق څخه جلا دی، هغه د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، (الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ) (رحمٰن په عرش باندې برقراره شو) [طه سورت: ایت 5].
* د مقام او منزلت لوړوالی : هغه – سبحانه و تعالی - د لوی مقام خاوند دی، د هغه صفات د کمال، ښکلا او عظمت صفتونه دي، دغه صفتونو ته د مخلوق هیڅ صفت نږدې کیدلی نشي او نه ورسره مشابهت لري، بلکې بندګان د هغه – سبحانه و تعالی- له صفتونو څخه یو صفت هم احاطه کولی نشي، (وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: ایت 110].
* د غلبې او تسلط لوړوالی: زموږ رب –سبحانه و تعالی- ټولو مخلوقاتو باندې غلبه او تسلط لري، ځکه چې ټول د هغه د تسلط، واک او عظمت لاندې دي، (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى) [الأنعام سورت: ایت 18].
په آسمانونو او د عرش د پاسه دی
د ټولو مخلوقاتو څخه توپیر لري او متصف دی
په خپلو ټولو عالي صفاتو سره چې بشپړ دی
او د ا د الله په ستاینو کې پټ شیان ندي
الله چیرته دی؟!
په صحيح مسلم کې له ستر صحابي معاويه بن الحکم السلمي -رضي الله عنه- څخه روايت دی چې فرمايي: ما يوه وينځه درلوده چې د اُحُد په اطرافو کې يې پسونه پیول، یوه ورځ مې وکتل چې لیوه د هغې له پسونو څخه یو له ځان سره یوړ، او زه بني آدم یم، په غوسه کیږم لکه څنګه چې هغوی په غوسه کیږي، مګر ما یوه څپیړه ووهله.
نو زه رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته راغلم، هغه ماته دا خبره ډېره لویه کړه، ما وويل: اې د الله رسوله، آيا زه يې ازاده نه کړم؟ هغه وویل: هغه ماته راولئ! نو ما هغه راوستله، هغې ورته وویل: "الله چیرته دی؟" هغې وویل: "په اسمان کې دی،" هغه وویل: "زه څوک یم؟" هغې وویل: ته د الله رسول یې، هغه وویل: «أَعْتِقْهَا، فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ». "هغه آزاد کړه، ځکه هغه مومنه ده".
دا چې الله په اسمان کې دی پدې معنی چې: په لوړه د اسمان د پاسه دی، او (په) د (پر) په معنا ده؛ لکه څنګه چې دغه معنا د الله –سبحانه و تعالی- پدې قول کې راغلی ده: (وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ) (او زه به خامخا ضرور تاسو د كجورو په تنو كې په دار كوم) [طه سورت: ايت 71]، او داسې ګمان دې و نشی چې آسمان الله احاطه او راګیر کړی دی؛ الله تعالی لوی دی د دې نه چې د هغه مخلوق دی هغه احاطه او راګیر کړي.
زه دلته دې خبرې سره تم کیږم - ګرانه لوستونکیه! - او وایم: ايا دا جواز لري چې الله - عزوجل – په هغه څه سره یاد کړو چې هغه پرې خپل ځان نه وي توصیف کړی؛ لکه دا چې الله په هر ځای کې دی؟
شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- په "مجموع الفتاوی" کې ویلي دي: او هغه – سبحانه و تعالی - خپل ځان په لوړوالی سره یاد کړ، دا د هغه د ستاینې او تعظیم له صفتونو څخه دی؛ ځکه چې دا د کمال له صفتونو څخه دی، او همدارنګه هغه خپل ځان د لوی، پوهه، غالب، قادر، غالب، بردبار او داسې نورو صفتونو سره یاد کړی، او دا چې هغه ژوندی او وړتیا لرونکی دی، او همداسې نور د هغه د ښایسته نومونو له معنی څخه.
د دې د ضد صفتونو بيانول جواز نلري، او دا جواز نلري چې د( لوړ) ضد صفت باندې یاد شي چي هغه: د ټيټ صفت دی، او نه د قوي د ضد په صفت چي هغه کمزوری دی.
بلکي هغه – سبحانه و تعالی – له دې نیمګړتیاوو څخه پاک دی چې د کمال له صفاتو سره په ټکر کې دي چې د هغه لپاره ثابتې شوي دي.
دا د دوی له توحید څخه دي: لکه د هغه - سبحانه و تعالی- لوړوالی د اسمانونو څخه پورته دی، نو هغه -سبحانه و تعالی -په خپل ذات کې تر ټولو لوړ دی، او هغه؛ هغه ذات دی چې عرش باندې برقراره دی.
نو هغه -سبحانه وتعالی- په خپل ذات کې تر ټولو لوړ دی ... ځکه چې ناشونې ده چې د دې خلاف بیان شي ... او هغه؛ هغه ذات دی چې په حقه سره عرش باندې برقراره دی ... بېشکه چې د کایناتو چارې یې سمبال کړي دي
هغه -عز وجل- فرمایلي: (إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ) (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقرار شو). [الأعراف سورت: ایت 54].
او الله –عزوجل- په خپل کتاب کې د جبرائیل او ملائکو راکوزېدل ذکر کړي دي: (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) (په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره راکوزیږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار) [القدر سورت: ایت 4]. او ښکته کیدل یوازې له پورته څخه کیږي.
او هغه – سبحانه و تعالی - ذکر کړي چې ملائکې هغه ته ورخیژي او پورته کیږي: (تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ) (چې د ده په طرف پورته ملايكې او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى) [المعارج سورت: ایت 4].
او هغه -سبحانه وتعالی- ذکر کړي چې نیک عملونه او ښې خبرې ورته پورته کیږي: (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) (نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي) [فاطر سورت: ایت 10].
نو عملونه چا ته پورته کیږي؟
او که زمونږ رب - سبحانه وتعالى - په هر ځای کې دی؛ په نازلیدو باندې څه کوي؟ - لوړ دی الله له هغه څه چې دوی یې وايي.
زموږ رب – عزوجل – بې شبیه، بې مثاله، بې مانند، او د هغه په څیر هیڅ څیز نشته.
زموږ رب – عزوجل – له ښځې او اولاد نیولو څخه ډیر اوچت دی: (وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) (او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد) [الجن سورت: ایت 3].
او زموږ رب – عزوجل – په خپل الوهیت کې له شریک نیولو څخه ډېر لوړ دی: (فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړی و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي) [الأعراف سورت: ایت 190].
لار..
څوک چې د درېو نومونو په معنا پوه شي: (لوى، لوړ او تر ټولو پورته)؛ هغه پوهیږي چې الله - عزوجل - د کمال په صفتونو کې لوی، د نیمګړتیا له صفتونو څخه لوړ دی، او له مخلوق څخه پورته دی.
نو څوک چې ددې منظرې حق ادا کړي – د پوهې او عبودیت له لحاظه- بې نیازه به شي، او هغه به عزت او وقار ترلاسه کړي؛ (وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا) (او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى) [مريم سورت: ایت 57].
په دواړو جهانونو کې سرلوړي په لاندې څیزونو حاصلیږي:
په ايمان سره: (وَمَن يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَىٰ) (او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (،نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي) [طه سورت: ایت 75].
پوهه: (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) (الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى) [المجادلة سورت: ایت 11].
او په عاجزۍ سره، دا په مستند ډول روایت شوي چې هغه -عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ» "هیڅوک د الله په وړاندې عاجزي نکوي مګر دا چې الله به د هغه مقام لوړ کړي". [مسلم روایت کړی].
او کله چې له صحابه کرامو –رضی الله عنهم- څخه یو کس وغوښتل چې په جنت کې له پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره ملګری شي؛ هغه ورته وویل: «فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ» «نو بیا په ډیرو سجدو کولو سره زما د ملګرتیا حاصلولو لپاره د ځان سره مرسته وکړه». [مسلم روایت کړی] او په سجده کې ذکر: (سبحان ربي الأعلى) دی، الله – عزوجل- فرمایی: (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1].
له دوی څخه ځینو د سجدې په اړه دا خبره توجیه کړې ده: ځکه چې دا د بنده په نهایت عاجزۍ باندې دلالت کوي، چې د با ارزښت څیز باندې یي الله ته ترسره کوي، او هغه: د هغه مخ دی، پداسې حال کې چې په خاوره یې ږدي، نو مناسب ده چې د خپلې نهایت عاجزۍ په حالت کې د خپل رب صفت وکړي چې بېشکه دا: اوچت دی.
نو له دې امله چې د بنده وضعیت په دې شکل کې وي، نو هغه به الله –سبحانه و تعالی- ته ډیر نږدې وي، هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَقْرَبُ مَا يَكُوْنُ العَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ؛ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ» «بنده د سجدې په وخت کې خپل رب ته تر ټولو نږدې وي، نو ډيرې دعاګانې وکړئ». [مسلم روایت کړی].
خپل ارمان ته ورسیدي ..
او وروسته له دې چې پوهه شو چې ځمکه د ترټولو لوی او لوړ – جل و علا- لخوا اداره کیږي؛ هغه ذات چې د هغه په لاس کې د اسمانونو او ځمکې واک دی؛ نو ای رنځوره! شفا ورکوونکی په اسمان کې دی، او اې فقیره! شتمن په اسمان کې دی، او اې پریشانه! جبار ذات په آسمان کې دی، اې بې اولاده! وهاب ذات په اسمان کې دی، ای قرضداره! روزي ورکونکی په اسمان کې دی، اې غمجنه! چاره ساز او خلاصونکی په اسمان کې دی..
نو خپل زړه او مخ سره اسمان ته مخ کړه، او لوی او لوړ الله راوبله، او د هغه څه په تمه شه چې ته ورباندې خوشحالیږي؛ ځکه چې تا ته له اوو اسمانونو د پاسه د الله –عزوجل- په وینا زیری درکول شوی دی: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي) [البقرة سورت: ایت 186].
ستا ستاینه ده، اې د سخاوت، جلال او لوړ والي خاونده
ستا له برکت څخه دی چا ته چې وغواړې ورکوې او چا ته چې و نه غواړې نه ورکوې
اې زما الله، که زما ګناهونه ډیر او لوی وي
نو زما له ګناه څخه ستا بخښنه لویه او پراخه ده
اې الله ته زما حالت، فقر او غربت وینې
او ته زما پټې خبرې اورې
اې زما الله، که ته ما نا امیده کړې او ما وشړې
نو هغه څوک دی چې زه له هغه څخه امید ولرم او زما شفاعت وکړي
اې الله! مونږ ستا په لوړ نوم باندې ستا څخه غوښتنه کوو: چې په دنیا او آخرت کې زموږ مقام لوړ کړې.
32 - 33
تسلط لرونکی او پر ټولو زورور ذات -جل جلاله-
ابو یعلی په خپل "مسند" کې له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت کړی دی چې فرمایي: «فرعون د خپلې مېرمنې په لاسونو او پښو څلور میخونه وهلي وو، نو کله به چې هغوی له هغې څخه جلا شول، ملاېکو به ورباندې سیوري کړ، او هغې به ویل: (رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) (اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه) [التحريم سورت: ایت 11]» [صحيح حديث دی].
د ظالم فرعون له کوټې څخه د ځمکې یوه له سترو میرمنو څخه راوځي! او د هغه له ماڼۍ څخه موسی -علیه السلام- راوځي!!!
هغه فرعون چې داسې یې ویلي وو: (سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ) (ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو) [الأعراف سورت: ایت 127]، نو قهار او زورور ذات دغه سرکش باندې غالب شو، او هغه یې هغو خلکو ته چې وروسته له هغه څخه راځي عبرت وګرځاوه: (فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ) (پس نن ورځ به مونږ ستا بدن پر لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړه شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي) [يونس سورت: ایت 92].
نو الله – سبحانه و تعالی- د خپل لوړ ذات ستاینه وکړه او ویې ویل: (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى) [الأنعام سورت: ایت 18].
نو زموږ رب - عزوجل – خپل واک باندې غالب دی، او خپلو کائناتو باندې تصرف کوونکی دی او هیڅ شی د هغه د ارادې مخه نه شي نیولی..
جابرانو باندې غالب شوی دی، قیصریان یې مات کړل، او سرونه ورته ټیټ شول، او ستونزې د هغه د ځواک په مقابل کې آسانه شوې، او مخونه ورته ټیټ شول، مخلوقاتو ورته غاړه کېښوده، او د هغه د عظمت او غرور له امله عاجزه شول.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې مخلوقات هغه ته خضوع او عاجزي کوي، او د هغه د عزت، ځواک، او کمال له امله تابع او ذلیله دي.
تسلط لرونکی او پر ټولو زورور ذات -عزوجل- د ټولو بره او لاندې نړۍ لپاره؛ هیڅ حادثه نه پیښیږي، او د هغه له اجازې پرته هیڅ اوسیدونکی نشي اوسیدلی، د هر څه اراده چې وکړي هغه کیږي او د څه شي اراده چې و نکړي هغه نه کیږي، دا زموږ د رب د دوو نومونو: (القاهر، القهار) معنی ده.
او همدا شان د هغه د صفتونو څخه یو قهار دی ... او مخلوق د پادشاه په ځواک سره تابع کیږي
که هغه ژوندی، غالب او زورور نه وای ... هیڅ کله به غلبې او سلطنت شتون نه و درلودلای
هغه قهار ذات دی:
مجبور او عاجز انسان ته څوک ځواب ورکوي که هغه ورته بلنه ورکړي ترڅو له هغه څخه شر لرې کړي؟ څوک هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې خاورې شي؟ او مخلوق بیرته را ژوندی کوي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پیدا کړی و، او دا کار د هغه لپاره اسانه دی؟ کله چې مظلوم سره ظلم وشي څوک به د هغه ملاتړ وکړي؟ او څوک دی چې د کمزوري سره مرسته وکړي کله چې یې حق وخوړل شي؟
زموږ قاهر، حکیم رب – عزوجل-؛ هغه ذات چې هیڅ شی بې ځایه نه پیدا کوي، هیڅ شی بې ځایه نه پریږدي، او هیڅ عمل نه مني او یا قانون نه جوړوي پرته له حکمت څخه، که څوک ورباندې پوهه شو پوه به وي او که څوک ور څخه بې خبره و بې خبره به وي.
تا ته ټول کارونه بیرته راګرځي
له تا څخه امیدونه او زیري شتون لري
نو څوک د توحید او عبادت وړ دی؟ ايا الله هغه قادر ذات نه دى چې سیال نلري.
په همدې اړه یوسف -علیه السلام- له خپلو دوو ملګرو سره په زندان کې بحث وکړ او ویې ویل: (يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ) (اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى) [يوسف سورت: ایت 39].
آیا داسې مظلوم مو لیدلی چې ځان ته ګټه او یا تاوان ورسولی شي؟ نو څنګه کولای شو چې د مظلوم او ضعیف څخه غوښتنه او پر هغه توکل وکړو، او الله هغه یو، غالب ذات دی؟!
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاګانو څخه یوه دعا دا وه کله چې له خوب څخه وارخطا پاڅیده: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الوَاحِدُ القَهَّارُ، رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا، العَزِيزُ الغَفَّارُ» "له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو پر ټولو غالب دی، د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دوی په منځ کې دي، هغه غالب، او بخښونکی دی". [صحیح حدیث دی. ابن حبان روایت کړی].
خپل کار هغه ته وسپاره..
کله چې مؤمن په دې پوه شي چې الله یو او غالب ذات دی؛ الله ته خپله تسلیمي اعلان کړي، او خپل کار یې الله ته وسپاري، او په هغه توکل وکړي، له الله پرته د بل چا تعظیم ونه کړي، او هغه له الله پرته له هیچا و نه ویریږي، او د کمزوري مخلوق ویره پریوتله؛ حتی که هغوی د ځواک او غلبې ادعا هم وکړي.
دا د فرعون جادوګران کله چې د دوی په زړونو کې ایمان داخل شو، او پوهه شول چې الله یو او غالب دی؛ کله چې فرعون هغوی ته ګواښ وکړ، هغوی د ځمکې د ظالم په ځواب کې وویل: (قَالُوا لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ) (هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو) [الشعراء سورت: ایت 50].
او الله - عزوجل – پر ظالمانو او ګناهکارانو غالب دی: (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى) [الأنعام سورت: ایت 18]، د نوح قوم باندې په طوفان سره غالب شو، د صالح قوم باندې په چغې سره غالب شو، د عاد قوم باندې په باد سره غالب شو، د لوط قوم باندې په تیږو سره غالب شو، او په قارون په خسف سره غالب شو، د سبأ په قوم په لوږې او تندې او د رزق په تنگۍ سره غالب شو، او په بنی اسراییلو په ویرې، د دښمنانو تسلط او ډیرو وژنو سره غالب شو، او د دوی په ځینو قومونه باندې په شکل بدلولو او طاعون سره غالب شو.
نو د الله –عزوجل- قهر او غلبه ښکاره ده: (وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) (او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه) [النحل سورت: ایت 118]، هغه الله چې د مخلوقاتو قدرت یې په خپل قدرت سره له منځه یوړ، او د ټولو مخلوقاتو قدرتونه د هغه د قدرت په مقابل کې له منځه لاړل؛ (لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) (نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى) [غافر سورت: ایت 16].
رازي -رحمه الله - وايي: «کله چې دا خطاب ښکاره شو هغه زوروران او متکبران څه شول؟!
چیر ته دي انبیاء، رسولان او مقربې ملائکې د دې ملامتيا څخه؟!
چیرته دي د ګمراهۍ، الحاد او توحید او ارشاد خاوندان؟
آدم او د هغه اولاد چیرته دي؟
ابلیس او د هغه پلویان چیرته دي؟
داسې ښکاري چې لاړل او محو شول...!
نفسونه او روحونه له منځه تللي، او جسمونه تلف شول، او اړیکې پرې شوې، یوازې هغه موجود ذات پاتې شو چې تر اوسه هم شته او تر ازله پورې به وي.
اړينه نه ده چې په دې دنيا کې ټول مسايل حل شي: داسې ظلمونه شته چې د قيامت په ورځ به له سره ليدل کېږي! او دا حقیقت د ظالمانو په زړونو کې د ګرمو سندانونو (څټکو) څخه ډیر سخت دي. ﴿ وأن مَرَدّنَا إِلَى الله ﴾ (او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي) [غافر سورت: ایت 43].
شافعي ویلي: "په قرآن کې یو آیت دی چې د ظالم په زړه کې لکه غشی او د مظلوم په زړه کې لکه مرهم تاثیر کوي، وویل شو: هغه کوم يو دی؟! هغه وویل د الله – سبحانه و تعالی- دغه قول: (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) (او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى) [مريم سورت: ایت 64]".
اې د ظلم او استبداد څښتنه! د بدکارانو شر او د بدکارانو دسیسو نه مو وساته.
34
الوَهـَّــابُ -جل جلاله- ډالۍ (بخشش) ورکوونکی ذات -جل جلاله-
همدارنګه د هغه د نومونو څخه الوهاب دی
د هغه ورکړه په ټولو زمانونو کې وګوره
د پورته اسمانونو او ځمکې اوسیدونکي
د هغه له ورکړو څخه نه جلا کيږي
الله د خپل لوړ ذات په ستاینه کې فرمایي: (أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ) (ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟) [ص سورت: ایت 9].
زموږ رب – تبارک و تعالی – په پراخه پیمانه ډالۍ ورکوونکی دی، چې د ځمکې او اسمانونو ټول مخلوقات پکې شامل دي، د هغه ورکړه په اوس او راتلونکي وخت کې نه قطع کیږي، هغه پرته له پوښتنې یا وسیلې څخه ورکوي، او پرته له کوم سبب او دوکې څخه نعمتونه ورکوي: (رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ) (اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې) [آل عمران سورت: ایت 8]، (أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ) (ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟) [ص سورت: ایت 9].
هغه د هر شي ورکونکی دی:
ستر خالق، جواد، سخي، او ورکوونکي ذات لره پاکي ده!
الکرم: د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی، الجود: د هغه یو له سترو صفتونو څخه دی، او العطاء: د هغه د ډالۍ لپاره دی، له هغه څخه څوک ډیر سخاوت لري؟!
مخلوقات د هغه نافرماني کوي، مګر هغه د دوی څارنه کوي، په بسترونو کې دوی داسې ساتي لکه څنګه چې دوی د هغه هیڅ نافرماني نه وي کړي، او د دوی پالنه کوي ګواکې دوی ګناه نه وي کړې، ګناهګار باندې سخاوت کوي، او نافرمان باندې فضل او مهربان کوي.
هغه څوک دی چې هغه ته یې بلنه ورکړي وي او ځواب یې نه وي ورکړی؟! یا چا ترې غوښتنه کړي وي او هغه ته یې نه وي ورکړي؟ او یا هغه څوک دی چې د هغه دروازې ته یې خپل بار اچولی وي او هغه بیرته شړلی وي؟
پاک دی هغه ذات چې په فکرونو سره امیدونه ورکوي ... هغه امیدونه چې په نفس کې وي او په ژبې سره نه وي ویل شوی
پاک دی هغه ذات چې اوس هم د هغه رزق ... د ټولو جهانیانو لپاره تضمین شوی دی
په بنده باندې د الله –تبارک و تعالی- نعمتونه له هغه وخته تر سترګو کیږي چې هغه د مور په رحم کې نطفه وه، بیا یې ورله غوږ او لید جوړ کړ او په هغه کې یې روح واچوه، بیا یې ورته خواړه ورکړل، څښاک یې ورکړ او جامې یې ورته واچولې، هغه ته یې پناه ورکړه او هغه کافي کړ، او له هر څه څخه چې یې وغوښتل هغه یې ورکړل
او الله –جل و علا- بنده ته وايي: (أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ (8) (ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي) وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ (9) (او یوه ژبه او دوه شونډې) وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ (10)) (اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي) [البلد سورت: ایتونه 8-10]، (۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى) [فاطر سورت: ایت 15].
هغه ته پیدا کړې او روزي یې درکړه، تا ته یې ژوند درکړ او مړ یې کړې، مینه یې درکړه او تاته یې څیزونه درکړل، ناروغ یې کړې او روغ یې کړې، وږی یې کړې او موړ یې کړې، تږی یې کړې او اوبه یې درکړې، ته یې وخندولې او ویې ژړولې، تاته یې پوهه درکړه په هغه څه چې ته پرې نه پوهیدې، او تا ته یې هغه څه در زده کړل چې ته پرې نه پوهیدې، ستا رزق یې چمتو کړ.
هغه ستا دعاء يې قبوله کړه، ستا غوښتنه یې قبوله کړه، ستا پر دښمن غالب شو، تاته یې رسول ولېږه، تاته یې کتاب وښود، او تاته یې یوه طریقه وښوده… نو له دې وروسته هم ته د هغه نافرماني کوې؟! (قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ) (انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى)! [عبس سورت: ایت 17].
د هغه په درشل..
آیا دنیا تا باندې تنګه شوېده؟
ایا ناروغۍ دردولی يې؟
ایا پورونو تړلی یې؟
آیا فقر بې برخې کړی یې؟
آیا میرمن او اولاد غواړې؟
ایا ستا ذهن حیران دی او ستا فکرونه ګډوډ دي؟
نو په دې وخت کې ته باید ورکوونکي ذات ته رجوع وکړې، هغه چې ډیر ورکوونکی دی، یوازې خپل لاسونه پورته کړه او د هغه دروازې ته ودریږه او د هغه تر څنګ پناه ونیسه؛ ته به وګورې چې لوږه څنګه په مړښت بدلیږي، او تنده به دې ماته شي، او د شپې له ویښ پاتې کیدو وروسته به خوب درشي، او له ناروغۍ وروسته به روغتیا ومومې، او غایب به راشي، او ورک شوی به لاره پیدا کړې، کړاونه به خلاص شي، او تیاره به لرې شي.
هغه ورکونکی –سبحانه و تعالی- دی؛ هغه چې اوښکې په موسکا، ویره په امن، او ډار په خوندیتوب بدلوي، شپې ته په صبح صادق زیری ورکوي، اندیښمن ته د ناڅاپه آرامۍ زیری ورکوي، او مصیبت ځپلي ته په پټه توګه زیری ورکوي.
د الله – سبحانه وتعالی- خزانې ډکې دي او هیڅکله نه ختمیږي، او هغه فرمایي: (ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم) [غافر سورت: ایت 60]، نو څوک چې له الله څخه څه شی غواړي، باید لویه غوښتنه دی وكړي؛ ځکه چې هیڅ شی له هغه څخه لوی ندی! دا سلیمان -علیه السلام- د دنیا او آخرت خیر غواړي: (قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّن بَعْدِي ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ) (ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې) [ص سورت: ایت 35].
او دا زکریا دی چې بوډاتوب ته رسیدلی او ښځه یې شنډه ده؛ خو هغه وايي: (رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ) (اى زما ربه! ما ته له خپلې خوا نه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې) [آل عمران سورت: ایت 38].
وهاب (ورکوونکي) ذات ته رجوع وکړه!
او پادشاهي، حاکمیت، مال، اولاد او هوساینه ټول د ډېر مهربان پادشاه –سبحانه و تعالی- له خوا دي، (وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله پراخه فضل والا، ښه عالم دى) [البقرة سورت: ایت 247]، (يَهَبُ لِمَن يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ) (چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي) [الشورى سورت: ایت 49].
او تر ټولو لوی شی چې یو بنده خپل رب ته دعا کوي: هغه د اهل علم دعا ده، هغه کسان چې د الله په زړه پورې نومونو سره د هغه د ویلو په راز باندې پوهیږي؛ دوی له هغه څخه د ثبات او رحمت غوښتنه وکړه: (رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ) (اې زموږ ربه! زموږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې) [آل عمران سورت: ایت 8].
نو لدې کبله؛ الله – سبحانه و تعالی- په هر رکعت کې مقرر کړې او موږ یې باید تلفظ کړو، او موږ هیله لرو چې الله به هغه موږ ته راکړي، او هغه: هدایت دی: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه) [الفاتحة سورت: ایت 6].
راز د دعا په خوږوالي کې دی!
هغه د هغه چا سره مینه لري، چې له هغه څخه غوښتنه کوي، او که د دوی دعا نه وي د دوی پروا به یې نه کوله: (قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ) (ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وي) [الفرقان سورت: ایت 77].
او د هغو دعاګانو له جملې څخه چې الله ته د نږدې کیدو لپاره زموږ رب- سبحانه و تعالی- موږ ته په خپل قول کې راښودلي دي: (وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا) (او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبخښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه) [الفرقان سورت: ایت 74].
بلکې هغه – سبحانه و تعالی- له دې دعا وروسته د جنت وعده ورکړه: (أُولَٰئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا) (دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي) [الفرقان سورت: ایت 75].
څوک چې په الله پورې تړلی وي، او هغه ته پناه ویسي په هر هغه څه چې هغه مهم وي او غواړي یې، او د هغه دروازې ټکول یې په عاجزۍ، دعاء، او اوږد مناجات سره عادت وي؛ الله به هغه ته عزت ورکړي او ساتنه به یې وکړي، او هغه ته به د هغه څه څخه ډیر ورکړي چې هغه غوښتل، او د هغه د ژوند په اوږدو کې به د هغه لپاره مرسته او ملاتړ کوونکی وي.
پټه خبره...
او زموږ د رب - عزوجل - په دې دنیا کې ورکول د امتحان په توګه وي، او په آخرت کې یې د اجر او جزا په توګه ورکوي.
نو په دې دنیا کې د هغه ورکول د هغه له ارادې سره تړلي دي، او د خلکو ازمايل د هغه په حکمت سره دي؛ ترڅو بنده د دعا او امید په وخت کې خپل رب سره تړلی اوسي، او په خپل توحید او ایمان د دعا او قضاء تر منځ خوشحاله اوسي.
دا تر ټولو ستره ډالۍ او ورکول دي؛ که بنده د ازموینې په حقيقت پوهه شي.
او کله چې بنده په دې پوه شو، ددغې نوم له لارې به بنده د خپل رب سره مینه پیدا کړي، د هغه ستاینه او شکر ادا کوي، او تل به د هغه سره تړلی اوسي.
اې الله تا لره ثنا او ستاینه ده، اې غوره ورکوونکیه
او اې د موخو د ترلاسه کولو لپاره غوره هیلې
او اې هغه غوره ذاته چې د مصیبت د خلاصیدو تمه ور څخه کیدی شي
او اې غوره ذاته چې ډالۍ او ورکړې ورکوي
اې الله! له خپل رحمت څخه موږ ته راکړه؛ ته ورکونکی یې، مونږ، زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه؛ اې د جهانونو ربه!
35
الرَّزَّاقُ -جل جلاله- روزي ورکونکی ذات -جل جلاله-
له لوږې وروسته مړښت، له تندې وروسته د تندې ماتیدا، له فقر وروسته شتمني، له شبګیرۍ وروسته خوب، له ناروغۍ وروسته روغتیا ده، پور به ادا شي، رزق به زيات شي، بنديان به ازاد شي، کړاونه به خلاص شي، او تیارې به لیرې شي، (فَعَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ) [نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي)] [المائدة سورت: ایت 52].
که اړتیاوې مو محاصره کړي، او ستونزې درته پیښې شي، او اندیښنې مو راګیر کړي، پورونه مو ډیر شي، او رزق مو کم شي؛ نو ته باید هغه روزونکي ته رجوع وکړه، چې تشویش او غم لرې کوي، او د اړمن غږ بلنې ته ځواب ورکوي.
روزونکی له نږدې وپيژنه، او په دې ستر نوم سره ژوند وکړه؛ هغه څوک چې د اورېدونکي غوږ ته په ننوتو سره يې زړه ډاډمن شي، او روح یې آرام شي، او حالت یې بدل شي.
(إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ) (بېشكه همدغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: ایت 58].
زموږ روزي ورکوونکی رب، د روزيۍ کفالت کوونکی، او د هر نفس ساتونکی دی، د هغه رزق او رحمت ټول مخلوق ته بسنه کوي؛ الله –جل وعلا- مؤمن له کافر څخه ځانګړی کړی نه دی، او نه يې دوست له دښمن څخه ځانګړی کړی، څرنګه يې چې زورور ته رسوي کمزوري ته یې هم رسوي، د مور په ګېډه کې یې جنین ته رسوي، او مرغۍ په خپل استوگنځای کې، او مار ته يې په خپل سوري کې، او په سمندر کې يې کبانو ته رسوي. (وَكَأَيِّن مِّن دَابَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى). [العنكبوت سورت:ایت 60].
دغه نوم په قرآن کریم کې په واحد ډول یو ځل، او پنځه ځلې د جمعې په بڼه ذکر شوی دی.
(الرزاق) د مبالغې په بڼه راغلی؛ د دې لپاره چې تاسو خپل ځان ډاډمن کړئ، او پوهه شئ چې هغه کریم او مهربان دی، او دا چې زړونه یوازې د هغه –جل وعلا- سره تړلي وي.
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی هغه وویل: یو سړي اړتیا درلوده، نو هغه دښتې ته لاړ، او د هغه میرمن وویل: اې الله! موږ ته څه راکړه چې موږ یې اوړه کړو او ډوډۍ پخه کړو.
نو هغه سړی راغی چې ګوري کاسه (لګن، خانک) له خمیره اوړو څخه ډک دي او په تناره کې غوښی پخیږي، او اسیاب (پل) غنم اوړه کوي؛ هغه وویل: دا د کوم ځایه راغلي دي؟ هغې وويل: د الله له رزق څخه، بیا یې د آسیاب (پل) شا او خوا جارو کړل.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَوْ تَرَكَهَا لَدَارَتْ -أو قال: طَحَنَتْ- إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ» "که هغه يې پرېښودلی وی؛ نو د قيامت تر ورځې پورې به څرخیدلی وی، او يا يې وويل: اوړه کړی وی". [صحیح حدیث دی. طبراني په المعجم الاوسط کې روایت کړی دی].
تقدیرونه لیکل شوي دي ..
که په سمندر کې په یوه ډبره کې شتون ولري
سخته، داغداره، او اطراف یې ښویه وي
د بنده لپاره رزق دی که الله هغه ټاکلی وي نو هغه به وچوي
ترڅو چې هغه ته ورکړي هر څه چې ددی په منځ کې وي
او یا ورته لاره په پورته اوو اسمانونو کې وی
نو الله به د ورختلو لپاره لار اسانه کړې وای
تر څو هغه څه ترلاسه کړي چې په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي
هغه به د رزق خوا ته ورشي، او که نه رزق به د هغه خوا ته ورشي
په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ -عز وجل- قَدْ وَكَّلَ بِالرَّحِمِ مَلَكًا؛ فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ نُطْفَةٌ، أَيْ رَبِّ عَلَقَةٌ، أَيْ رَبِّ مُضْغَةٌ! فَإِذَا أَرَادَ اللهُ أَنْ يَقْضِيَ خَلْقًا قَالَ المَلَكُ: أَيْ رَبِّ! ذَكَرٌ أَوْ أُنْثَى؟ شَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ؟ فَمَا الرِّزْق؟ فَمَا الأَجَلُ؟ فَيُكْتَبُ كَذَلِكَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ». «یقینا، الله - عزوجل – په رحم باندې پرښته مقرر کړې ده؛ هغه وايي: اې د نطفې ربه، اې د وینې د ټوټې ربه، اې د غوښې د ټوټې ربه! نو کله چې الله غوښتلي وي چې یو مخلوق جوړ کړي، پرښته وایي: اې ربه! نارینه که ښځینه؟ بدبخته که خوشبخته؟ رزق یې څومره دی؟ اجل یې څه وخت دی؟ نو دا به د هغه د مور په رحم کې ورته ولیکل شي».
نو ستا رزق د روزي ورکوونکي له طرفه تضمين شوی دی، نو هغه د حرص کوونکي حرص نه شي جلبولی، او نه یې کرکه کوونکی ردولی شي.
په حدیث کې راغلي: چې نبي -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ الرِّزْق لَيَطْلُبُ العَبْدَ كَمَا يَطْلُبُهُ أَجَلُهُ» "بیشکه چې روزي بنده په هماغه شکل لټوي لکه څنګه يې چې اجل لټوي". [صحيح حدیث دی. د ابن حبان روایت دی].
او هغه -عليه الصلاة والسلام- فرماېلي: "یو نفس تر هغه وخته نه مري تر څو چې خپل رزق یې پوره کړی نه وي". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
او الله په اندازه رزق نازلوي، ځکه چې هغه د خپلو بندګانو په حال ښه پوهيږي او دا چې د هغوى لپاره څه ښه دي. (۞ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ) (او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي پراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 27]، ابن کثير -رحمه الله- فرمايي: "هغه باخبر او ښه لیدونکی دی چې څوک د شتمنۍ مستحق دی او څوک د فقر مستحق دی".
د هغه خزانې ډکې دي..
د الله روزي نه ختمیږي، او دا ټول بې له کوم فشار، لګښت او سختۍ څخه ترسره کیږي؛ هغه پرته له توښې څخه روزي ورکوونکی دی.
په قدسي حدیث کې راغلي: «يَا عِبَادِي! لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ فَسَأَلُونِي؛ فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ؛ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ المِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ البَحْرَ» «اې زما بندګانو! که ستاسو اول او اخر، انسانان او پیریان، که په یوه غونډۍ ودریږي بیا زما څخه غوښتنه وکړي؛ او زه هر یو ته د هغه غوشتنه ورکړم؛ نو دغه ورکړه به د هغه څه څخه چې زما سره دي کم نکړی، مګر دا چې له سمندر څخه هغه څه کم شي چې یوه ستنه يې له ځانه سره پورته کړي کله چې سمندر کې ننویستل شي». [مسلم روایت کړی].
که څه هم الله ټول مخلوق ته روزي ورکوي؛ دا یوه پراخه مهرباني ده، او له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په مستند ډول روایت شوی دی چې فرمایي: «مَا أَحَدٌ أَصْبَرُ عَلَى أَذًى سَمِعَهُ مِنَ اللهِ، يَدَّعُونَ لَهُ الوَلَدَ، ثُمَّ يُعَافِيهِمْ وَيَرْزُقُهُمْ» "هیڅوک له الله څخه دیر صبر لرونکی ندی، دوی هغه ته د اولاد لرلو دعوه کوي، خو هغه دوی ته شفا او روزي ورکوي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
تم شه!
د رزق کثرت د الله –سبحانه و تعالی- په مينې باندې دلالت نه کوي! دا هغه څه دي چې کافران او جاهلان فکر کوي: چې د رزق زیاتوالی د الله تعالی په مینه او رضا باندې دلالت کوي، پدې اړه الله فرمایي: (وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ (35) (او دوى به ویل: مونږ د مال او اولاد په لحاظ ډېر زیات یو او مونږ به په عذاب كولى نشو. قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (36)) ته ( دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق پراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي) [سبأ سورت: ایتونه 35-36].
همدارنګه د روزۍ کموالی پر اهانت دلالت نه کوي؛ (فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ (15) (نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ. وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ (16) او خو هر كله چې دې وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم) هیڅ کله نه) [الفجر سورت: ایتونه 15-17].
د روزۍ کیلیانی ..
یو له سترو څیزونو څخه چې بنده ته د زړه خوښي او سکون ورکوي: خپل رب باندې تکیه کول دي، په خپل روزي ورکونکي باندې توکل دی، د هغه په ساتنه او پالنه باندې اکتفا کوي، (إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ) (بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي) [الأعراف سورت: ایت 196].
او که الله د بنده خیال وساتي؛ تقوا به یی په زړه کې واچوي، او دا د رزق یو له سترو وسیلو څخه دی؛ او دا د ټولو اقتصادي نظریو څخه لویه نظریه ده: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ) (او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوی باندې له اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول) [الأعراف سورت: ایت 96]، (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا (2) (او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي. وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ) او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي) [الطلاق سورت: ایتونه 2-3].
او د الله – عزوجل- سنت په کايناتو کې دادی چې: روزي له اطاعت سره تړلې ده: (وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم) (او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (،نو) دوى به خامخا خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه) [المائدة سورت: ایت 66].
او همدارنګه ددی ضد؛ ګناهونه د رزق مخه نیسي او برکت له منځه وړي: (ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) (په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي) [الروم سورت: ایت 41].
هیره شوې روزي!
ښه اخلاق، په وطن کې امن، سالم بدن، د یوې ورځې روزي، د محبوب سره ملاقات، د ورور موجودیت، د زوی خندا، ښه میرمن، ښه ملګری، د روح سکون، سترګې چې ويني، ژبه چې خبرې کوي، غوږ چې اوري، ښه خوب، او د دې څخه لوی: هغه څوک چې الله ورباندې د مور او پلار او یا د هغو څخه د یوه په شتون باندې احسان کړی وي.
او که تا ته ښه اخلاق در کړ شوی وی ... نو ته د روزۍ تقسیمونکي لخوا غوره شوی یې
نو د ځېنو خلكو نصېب مال دی او د ځېنو نصيب ... علم دی او د ځېنو نصيب ښاېسته اخلاق دي
بالاخره..
بنده باید د شیطان د ویرولو څخه خبردار اوسي چې د رزق په اړه يې ويروي؛ الله –عزوجل- فرمایي: (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ ۖ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله پراخه فضل والا، ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 268].
او له سلفو څخه يو وايي: خلکو په روزئ کې شيطان باندې باور وکړ، او په الله یې باور و نکړ!!
نفس ویریږي چې فقیر نشي
فقر تر هغې شتمنۍ غوره دی چې انسان د هغې په وجه سرکشه کېږي
د نفس شتمني کافي ده څکه چې
انکار وکړي، نو ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي د هغې لپاره بسنه نه کوي
اې الله! موږ باندې د هدایت او تقوا، عفت او بډاینې پیرزوینه وکړه او ته تر ټولو ښه روزي ورکونکی یې.
36
الـفَــتـــَّــاحُ (اسان کوونکی) -جل جلاله-
اې له ژونده ستړی شويه، له ژونده تنګ راغليه، ای هغه څوکه چې ورځې درباندې سختې شوې، او دردونه دې څکلي دي! هلته ښکاره خلاصون، نږدې بریا، له سختیو وروسته راحت، او له سختۍ وروسته اسانتیا شته، ستا له مخې او تر شا پټ لطف او مهربانۍ، روښانه هیله او د خیر څخه ډک راتلونکی، او رښتینې ژمنه شتون لري: (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) (وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي) [الروم سورت: ایت 6].
له الفتاح ذات سره ستا خفګان خلاص او پای مومي، او له الفتاح سره ستا پریشانۍ راحت دی.
الله – سبحانه و تعالی- د خپل ځان په اړه فرمايي: (وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ) (او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى) [سبإ سورت: ایت 26].
زموږ رب – تبارک و تعالی - د زړونو بندونه په هدایت، ایمان او تقوی سره خلاصوي.
او زموږ رب – سبحانه وتعالی- هغه ذات دی چې په آخرت کې د خپلو بنده ګانو په منځ کې په حقه سره پرانیزي، قضاوت او فیصله کوي؛ هغه قضاوت چې په هغه کې بې انصافي، انحراف او بې عدالتي نه وي، بلکې هغه به انصاف او حق وي، او الله تر ټولو غوره پرانیستونکی دی: (قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ) (ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى) [سبأ سورت: ایت 26].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- له خپلو بنده ګانو څخه تکليفونه لرې کوي، ژر راحت ورکوي، مشقت لرې کوي، مشکلات لرې کوي، او رحمتونه خوروي، د روزۍ دروازې پرانيزي، او خپلو بندګانو ته دنياوي چارې خلاصوي چې د هغوی ژوند سره اړخ ولګوي او ژوند یې سم شي. (مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى) [فاطر سورت: ایت 2].
او زموږ رب –سبحانه و تعالی-، هغه ذات دی چې د علم، حکمت، پوهې او بصیرت دروازې یې د خپلو پیغمبرانو، اولیاوو او صالحو بندګانو پر مخ پرانیستې دي: (وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ايت 282].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- هغه څوک دی چې د خپلو نیکو او مومنو بندګانو لپاره یې سلطنتونه او ښارونه پرانیستي. (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا) (بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح) [الفتح سورت: ايت 1].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی – هغه ذات دی چې نافرمانانو ته هر ډول نعمتونه پرانیزي؛ ترڅو هغوی راګیر کړي: (فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ) (نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (،نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه نا امېده وو) [الأنعام سورت: ایت 44] .
همدا ډول الفتاح د هغه له نومونو څخه یو نوم دی ... او فتحه د هغه په اوصافو کې دوه حکمونه دي ... د حکم له مخې فتح، او دا زموږ د الله قانون دی ... او د تقدیر فتح دوهمه فتحه ده
او رب پدې دواړو صفتونو سره فتاح دی ... د رحمان ذات فتح په عدل او احسان کې ده
حقیقت ..
ما په دې تعریف کې هغه څه ذکر کړي چې علماوو د الله د نوم (الفتاح) د تعریف په اړه ذکر کړي دي: او هغه جامع تعریف دی، خو په دې کرښو کې به د هغه –عزوجل- پر دې قول تم کیږم: (مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) الله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوک بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوک جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى. [فاطر سورت : ایت 2]:
هغه حقیقت چې مؤمن باید تل په یاد ولري، هغه دا دی چې: د الله –عزوجل- له لارې پرته هیڅ شی نشي تیریدلی، او د الله –عزوجل- د میدان پرته بل هیڅ اړتیا شتون نلري، او د الله –عزوجل- له لوري پرته د هیڅ شي منځ ته راتلی نشي، هغه یوازې ذات دی چې په جهان کې هیڅ ځواک او قوت نشته مګر د الله –عزوجل- لخوا.
دا ممکنه نه ده چې یوه حجره حرکت وکړي، او نه یوه ذره چې شتون ولري، او نه یو تبخیر شوی څاڅکی، او نه پاڼه رالویږي پرته د هغه –عزوجل- د ځواک او قدرت - په واسطه.
او ټوله نړۍ نشي کولی د هغې بدۍ مخه ونیسي چې الله –عزوجل- نه وي غوښتلې، او ټوله نړۍ نشي کولی چې له تا څخه د هغه شر مخه ونیسي چې الله –عزوجل- ستا لپاره مقرر کړی وي.
ځینو سلفو خپل یو ورور ته لیکلي وو: اما بعد؛ که الله درسره وي، له چا څخه وېرېږئ؟ او که ستا پر خلاف وي، نو له چا څخه هیله لرې؟!
کلیانې د هغه په لاس کې دي...
وروسته لدې چې دردونه ناروغ په تکلیف کړي او دردونه یې ستړی کړي، نړۍ پرې راتنګه شي، او ډاکټران بې وسې شي، نو هغه روغتیا ته ضرورت لري، او د درملو دروازې د هغه پر مخ بندې شي، نو الرحمن، الفتاح، العلیم، الشافي هغه ته د سبب له لارې شفا ورکوي، او په یو ضعیف او نږدې سبب سره او یا بغیر له کوم سبب څخه شفا ورکوي... یقینا هغه –تبارک و تعالی- الفتاح دی.
حالات مو ماتوي، کړاوونه او کړکېچونه دې مخې ته راځي، دردونه مو په زړه کې درېږي، او دروازه مو پر مخ بندېږي؛ آن تر دې چې ته به فکر وکړې چې دغه اندیښنه او کړاو به نه لرې کیږي؛ نو الفتاح ذات به خپله فتحه په آسانۍ سره درولیږي، او د هغه اراده ترسره کیږي لکه څنګه چې هغه وغواړي.
فقر دې راګیر کړي، او پورونه دې لاندې کړي، او څیرې به مو بدلې شي، د اولاد په يادولو مو زړه مات شي، له پور ورکوونکي څخه ډارېږي، فکر دې نارامه شي؛ او فکرونه مو ګډوډ شي. او دروازه دې پر مخ وتړل شي.
دلته هغه الفتاح - عزوجل – ذات په پټه توګه خلاصون راولیږي؛ نو پور پرې شي، او فقر له منځه لاړ شي، روح به خوشاله شي.. دا الفتاح ذات دی؛ چا چې د روزۍ دروازې خلاصې کړې.
زوی لاړ شي، پلار مسافر شي، محبوب او ملګری لاړ شي، دنیا تنګه شي؛ روح تنګ شي، فکرونه ګډوډ شي، او کله چې غایب را په یاد شي زړه ولړزیږي؛ دلته مومن د الفتاح پادشاه دروازې ته پریوځي، د غایب د بیرته راستنیدو او ساتلو غوښتنه وکړي؛ که هغه بندي وي او يا مسافر، نو پدې وخت که زيری د اوو اسمانونو له پاسه راشي؛ د غایب په رارسیدو، د بندي په خلاصیدو، او د محبوب بیرته راستنیدلو؛ (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي) [النمل سورت: ایت 62].
هغه ته ورمخ کړه!
هغه آسان کوونکی او پوه ذات – جل و علا-؛ څومره لوړ مقام والا دی، تر ټولو لوړه مرتبه لري، خپل مخلوق ته تر ټولو نږدې، او د خپلو بندګانو لپاره ډېر مهربان دی.
د خلاصوونکي (آسانوونکی) ذات دروازه خلاصه ده، نو کله دې چې ولیده چې رسۍ ټینګیږي؛ نو پوه شه چې هغه پرې کیږي، او کله چې تیاره ډیره شي؛ نو د نږدې سهار زیري راتلونکي ته په تمه شه، د لوی څښتن او خلاصوونکي ذات څخه مه ستړی کیږه، ځکه چې د یو حالت دوام ناممکن دی، او ترټولو غوره عبادت: د خلاصون انتظار دی، او ورځې تغیر کوي، او وخت بدلیږي، او شپې امیدواري دي، او غیب پټ دي، الفتاح (كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) (هر وخت هغه په یوكار كې دى) [الرحمن سورت: ایت 29]، و(لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا) (كېداى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي) [الطلاق سورت: ایت 1]، (فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا(5) (نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته) إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (6)) (بېشكه له سختۍ سره اساني شته) [الشرح سورت: ایتونه 5-6].
ډاکټر ته ووایه، کله چې مرګ ورته ورسیده:
اې ډاکټره ستا له طبابت سره سره چا مړ کړې؟
ناروغ ته ووایه چې هغه وژغورل شو او روغ شو وروسته لدې چې
د طبابت هنرونه ناکام شول: ته چا روغ کړې؟
روغ کس ته ووایه چې بغیر له کوم علت څخه مړ شي:
اې روغ کسه چا په مرګ باندې پوهه کرې؟
دا حیرانتیاوې دي ترڅو چې هغې څخه واخلې
ستا سترګې او ستا غوږونه پرې خلاص شي
اې انسانه، آرام شه، څه شي
د الله جل جلاله په اړه ته دوکه کړی یې؟
ځانګړې فتح ..
روزي د آسانوونکي ذات لخوا تقسیم شوې، نو ممکن دی د یو کس په اوږد لمونځ سره آسانه شوي وي خو د زیاتې روژې له امله نه وي، او بل کس لپاره په صدقه ورکولو سره آسانه شوي وي خو د علم له امله نه وي، او بل کس لپاره په قرآن سره آسانتیا وي خو د نیکو کارونو له امله نه وي، او بل کس لپاره په عزت او له خپل مور او پلار سره په نيکۍ کولو آسانتیا وي... نو مبارک دې وي د هغه چا لپاره چې آسانتیاوې ورته شتون ولري.
نو کله چې الله د خپل بنده باطن خوښ کړي ... په هغه باندې به د الفتاح ورکړې څرګندې شي
او کله چې الله ته د مصلح نیت پاک وي ... هغه ته به بنده ګان په خپلو روحونو باندې رامایله شي
اې الله! موږ لپاره د ځمکې او اسمانونو برکتونه پرانیزه، او زموږ لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه، او موږ د نیکۍ کېلي او د بدیو بندوونکي وګرځوه. اې آسانوونکيه، اې د علم څښتنه!
37
السَّمـِـيـعُ (اوریدنکی) ذات -جل جلاله-
په داسې وخت کې چې الله غواړي چې ته پوهه شې: چې هغه د عرش د پاسه برقراره دی، هغه غواړي چې تاسو ډاډه شئ: چې هغه ستا خبرې اوري او ستا کارونه ویني؛ او له هغه څخه ستا هیڅ شی پټ ندی، ستا مناجات، غږ او خبرې اوري، ستا خاطرې د هغه لپاره روښانه دي، ستا دعاګانې اورېدل کېږي، ستا غوښتنه منل کېږي، ستا د بخښنې غوښتنه او توبه قبلېږي.
آیا دردونو مات کړی یې؟ آیا ستا روح د خپل رب په شوق کې ژاړي؟ الله ستا ژړا اوري، او هغه ستا د شا (څټ) رګ څخه هم تا ته نږدې دی؛ هغه تا ته ځواب درکوي، ستا غم محو کوي، ستا پریشانۍ خلاصوي ... هغه اوریدونکی، ښه پوه ذات دی.
هغه – سبحانه و تعالی- د خپل ځان په ستاینه کې فرمایي: (وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 137]، د الله (السمیع) نوم: د هغه ګران کتاب کې په څلور پنځوس ځایونو کې ذکر شوی دی.
زموږ رب – سبحانه و تعالی- اوریدونکی دی؛ د هغه اوریدل ټول آوازونه را ګیروي، د پورته او ښکته نړۍ ټول غږونه اوري؛ پټ او ښکاره غږونه، ګواکې دا ټول یو غږ وي، د هغه په نیز غږونه یو له بل سره نه ګډېږي، او ټولې ژبې له هغه څخه نه پټېږي، نږدې او لرې، پټ او ښکاره ورته برابر دي، هغه – سبحانه و تعالی- فرمایي : (سَوَاءٌ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ) (د هغهٔ په وړاندې ټول) (يو برابر دي، څوك چې په تاسو كې خبره ورو وكړي او څوك چې يې څرګنده وكړي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى) [الرعد سورت: ایت 10].
او پدې نوم کې د خالق –سبحانه و تعالی- اشتراک له مخلوق سره د مشابهت په معنی ندی –الله تردې ډیر لوړ دی!-؛ ځکه چې د مخلوق صفتونه د هغه د ضعف، کمزورۍ او د هغه د خلقت سره مطابقت لري، او د خالق –تبارک و تعالی- صفات د هغه د کمال او عظمت سره ښایي . (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].
دلته د اورېدا معنا: اورېدل او احاطه کول دي. (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [المجادلة:1]، او د: ځواب ورکولو او قبلولو په معنا راځي: (إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ) (بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى) [إبراهيم سورت: ایت 39].
او هغه اوریدونکی دی، چې هر څه ویني او اوري
پټ او ښکاره په کاېناتو کې
او د هر غږ لپاره حاضر غوږ لري
نو پټ او ښکاره هغه ته یو شان دی
او اورېدل د هغه نه پراخه اواز والا دي چې
پټ دي او همدارنګه نږدې
هغه اوریدونکی او نږدې دی:
په “صحيحینو” کې راغلي دي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم – له صحابه و-رضي الله عنهم – څخه واوریدل چې په لوړ اواز یې خپل رب رابله: هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! ارْبَعُوْا عَلَى أَنْفُسِكُمْ؛ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُوْنَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، وَلَكِنْ تَدْعُوْنَ سَمِيعًا بَصِيرًا»، "اې خلکو! ځانونو باندې رحم وکړئ؛ ځکه چې تاسو کوڼ او غایب نه رابلئ، بلکه تاسو اوریدونکی او لیدونکی رابلئ". او هرکله چې بنده خپل غږونه او مناجات پای ته ورسوي نو اجابت به راڅرګند شي.. ځکه چې هغه ښه اوریدونکی او ډیر پوه دی.
هغه د مجبورانو غږ اوري، د اړمنو دعا قبلوي، د مصیبت ځپلو سره مرسته کوي، او د ثنا ویونکو ثنا اوري، او د دعا کونکو دعا اوري، په توره شپه کې د ښویه ډبرې پر سر د تور میږې د پښو غږ اوري، د زړونو خاطرې اوري، د نفسونو اندیښنې اوري، او د ضمیرونو مناجات اوري.
یوه ښځه راغله چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره د خپل میړه د شخړې په اړه خبرې وکړي - او هغه خوله – رضی الله عنها – او عایشه -رضی الله عنها- د کور په کونج کې وې، هغه وايي چې هغې به یوه کلمه اوريدله او یوه کلمه به یې نه اوریدله، او له دې بحث وروسته جبرائیل -علیه السلام- پر محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله – عزوجل- دغه قول نازل کړ: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [المجادلة سورت: ایت 1]، څومره عجیب نږدې والی، لویه پوهه، او د اوریدلو احاطه لري!
الله خپلو اولیاوو ته غوږ نیسي: هغه هم د ځواب، ساتنې او توفیق اورېدا، داسې اوریدا چې د هغوی ویره آراموي لکه څرنګه چې یې د موسی -علیه السلام- ویره آرامه کړه، کله چې هغه د فرعون په لوري له تګ څخه ویره اعلان کړه، نو هغه – جل و علا - ورته وفرمایل: (لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ) [(الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم] [طه سورت: ایت 46].
الله د دوی ساتونکی دی او الله له دوی سره حساب كونکی دی؛ او هغه کافي دی د حسابۍ لپاره !
د خلاصون کیليانې:
که ویرې تا په څپیړه ووهي، او مشکلات درباندې راشي؛ نو خپل رب ته په دې ستر نوم سره ځان نږدې کړه؛ لکه څنګه چې انبیاوو -علیهم السلام- پدې نوم سره الله تعالی ته ځان نږدې کړی و، هغه ذات چې مناجات اوري، د اړتیا په وخت کې ځواب ورکوي، او شر لمنځه وړي .. نو بل چا ته خپل مشکل مه څرګندوه، هغه ته په سجده پریوځه، د هغه په دروازه کې خپله سوارلۍ ښکته کړه، له هغه سره خبرې وکړه او د هغه په وړاندې وژاړه، بیا د خلاصون په تمه شه.
زکریا -علیه السلام- الله هغه ته هغه څه ورکړل چې د هغه په زړه کې و وروسته له دې چې هغه په پټه رابللی و؛ (إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا) (كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز) [مريم سورت: ایت 3]، نو هغه ته یې صالح اولاد ورکړ؛ وروسته لدې چې د هغه په نوم یې تضرع او غوښتنه وکړه: (رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ) (اې زما ربه! ما ته له خپلې خوا نه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې) [آل عمران سورت: ایت 38].
ابراهیم -علیه السلام- په دې نوم له الله څخه غوښتنه کوي چې عمل یې قبول کړي؛ کله چې هغه او د هغه زوی اسماعیل -علیهما السلام- د کعبې د جوړولو کار پای ته ورساوه: (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې) [البقرة سورت: ایت 127].
په دې مبارک نوم سره ابراهیم -علیه السلام- د الله شکر ادا کړ چې د هغه دعا یې قبوله کړه: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ) (ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسماعیل او اسحاق رابخښلې دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى) [إبراهيم سورت: ایت 39].
په دې نوم سره، د عمران میرمن د خپل کار په منلو سره خپل رب ته نږدې کیږي؛ کله چې هغې په هغه څه نذر وکړ چې د هغې په ګېډه کې و: (إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (كله چې د عمران ښځې وویل: اې زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې) [آل عمران سورت: ایت 35].
د فاسدو پلانونو له مخې دنیا په یوسف -علیه السلام- باندې راتنګه شوه؛ نو خپل رب ته یې یې اواز وکړ: (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ (33) (هغه وویل: اې زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر و فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه. فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (34)) (نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر او فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [يوسف سورت: ایتونه 33-34].
یونس -علیه السلام- د کب په ګېډه کې غږ کوي: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم) [الأنبياء سورت: ایت 87]، هغه کمزوری غږ چې له دریو تیارو څخه راوتلی اسمان یې څیري کړ، نو بیا اوریدونکي او پوه ذات – جل و علا- هغه له غمه وژغوره: (فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ) [الأنبياء سورت: ایت 88].
او الله – سبحانه و تعالی- خپل بنده ازمایي ترڅو د هغه شکایتونه، زارۍ او دعاګانې واوري، الله –سبحانه و تعالی- فرمايي: (قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ) (هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم) [يوسف سورت: ایت 86].
اوریدونکی ذات ستا ساتنه کوي..
انسي او جني شیطانان به په تا راټول شي؛ نو تا ته به وسوسې او قهر در اچوي تر څو ته خفه او غمجن شې، نو الله تا ته امر کوي چې له هغه څخه مرسته وغواړه او له هغوی څخه د هغه په دوو نومونو (السميع العليم) سره پناه وغواړه: (وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) (او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [الأعراف سورت: ایت 200].
د کعبې کور ته نږدې دوه قريشي او یو ثقفي يا دوه ثقفي او یو قريشي سره يو ځای کيږي؛ او د صحابه کرامو په اړه وايي: د دوی په ګیډو کې غوړ ډېر دي، خو زړونه یې لږ عقل لري، یو یې وویل: ته فکر کوې چې الله –تعالی- هغه څه اوري چې موږ یې وایو؟
بل وویل: که په لوړ غږ خبرې وکړو هغه یې اوري، او که پټې خبرې وکړو هغه یې نه اوري.
او بل وویل: که هغه واوري کله چې موږ په لوړ غږ خبرې وکړو؛ نو هغه زموږ پټې خبرې هم اوري! بیا الله – سبحانه و تعالی- دغه آیت نازل کړ: (وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ (22) (او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه پوهیږي چې تاسو يې كوئ. وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ (23)) (او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ) [فصلت سورت: ایتونه 22-23].
پند او نصېحت ..
زموږ نبي -صلی الله علیه وسلم- به په دغو دوو نومونو:(السميع العليم) پناه غوښته، كله چې د شپې لمانځه لپاره پاڅېده؛ هغه به ویل: «أَعُوذُ بِاللهِ السَّمِيعِ العَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ؛ مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ» "زه هغه الله ته پناه غواړم چې اوریدونکی او پوهه دی د رټل شوي شیطان څخه؛ د هغه د هڅولو، او پو کولو څخه". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او هغه – صلی الله علیه وسلم- په دغو دوو نومونو سره (السميع العليم) پناه غوښتله، له هر هغه مصیبت څخه چې ورته رسیده: «مَنْ قَالَ: بِسْمِ اللهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ؛ لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ؛ لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِـيَ» "چاچې وویل: د هغه الله په نامه چې ضرر نشي رسولی د هغه له نوم سره هیڅ یو شی پر ځمکه او نه په آسمان کې او هغه اورېدونکی او پوهه دی، درې ځلې، نو تر سهاره پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي، او چا چې سهار درې ځلې وویل، نو تر شپې پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او د دې نوم (السمیع) په احساس کولو سره تا دې ته هڅوي چې دایم هغه –سبحانه و تعالی- ته نږدې اوسې.
اې اوریدونکیه.. اې د علم څښتنه! موږ له هغو کسانو څخه وګرځوه چې ستا نه یې غواړي او ته یې ځواب ورکوې، او هغه تاته تضرع او عاجزي کوي او ته ورباندې ورحمیږې.
38
البــــَصِـــيرُ (هر څه لیدونکی) ذات -جل جلاله-
ابو نعيم په الحليه كې ليكلي دي چې امير المؤمنين عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- د شپې له خوا د مدينې په کوڅو كې تېر شو؛ له یوې بوډۍ ښځې یې واورېدل چې خپلې لور ته یې وویل: «شیدې له اوبو سره ګډې کړه، نجلۍ ورته وویل: ته نه پوهېږې چې عمر -رضی الله عنه- د شیدو له اوبو سره ګډول منع کړي؟ بوډۍ وویل: او عمر چیرته دی چې مونږ وویني؟! نجلۍ چې د الله – تبارک و تعالی- لخوا یې د هغوی دواړو په لیدلو یقین درلود وویل: که عمر مونږ ونه ویني؛ د عمر رب خو مو ویني!».
په دې دنیا کې داسې خلک شته چې په لوړ مقام، دايمي امن، دايمي خوښۍ، او په حق کې استقامت، او له بندګۍ څخه خوند اخلي؛ او دا یوازې د دې لپاره دي چې دوی پوهیږي چې: الله هر هغه څه ګوري چې دوی یې کوي.
د الله (البصیر) نوم په قرآن کریم کې په دوه څلویښتو ځایونو کې ذکر شوی دی، هغه – سبحانه و تعالی - فرمایلي: (إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) (بېشكه الله هغه عمل لره ښه ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ) [البقرة سورت: ایت 110]،
زمونږ رب چې هر څه ویني؛ که هرڅومره دقیق او واړه وي، نو هغه په توره شپه کې د تور میږي د پښو اواز اوري چې په خویه ډبرې روان وي، هغه هر هغه څه ګوري چې د اوو ځمکو لاندې دي، لکه څرنګه یې چې د اوو اسمانونو څخه پورته ويني.
هغه د هر څه لیدونکي، په ټولو حالاتو او په پټو چارو پوه دی: با خبر دی، د باطني چارو په اړه معلومات لري.
او هغه لیدونکی دی، د تور مېږي ګرځیدا ويني ...د ځمکې او ډبرې لاندې ... او د هغې په غړو کې د خوړو لارې ويني ... او هغه د دوی د سپینوالي رګونه په واضح ډول ګوري
او د سترګو خیانتونه ويني ... او همدارنګه د سترګو د بڼو اوړېدل راوړېدل هم ویني
زمونږ رب – سبحانه و تعالی - د ځان لپاره د (لیدلو) صفت ثابت کړی دی نو الله لره دوه ریښتینې سترګې دي څنګه چې د هغه د ذات – سبحانه و تعالی- سره لایقې دي - موږ په هغو باندې باور لرو پرته له تحریف، تعطیل، تمثیل، او تاویل څخه. (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].
او په دې نوم کې له خالق سره د مخلوق تړاو د مشابهت معنا نلري: ځکه د مخلوق صفتونه د هغه د ضعف، عاجزۍ او د خلقت په تناسب دي، او د خالق صفتونه د هغه –سبحانه و تعالی- د کمال او عظمت لایق دي؛ (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].
او د هغه –عزوجل- له رحمت څخه په خپلو بندګانو باندې دا دي: چې هغوی په رحمت سره مخاطب کړي، او هغوی د خپل ځان اطاعت او اخلاص ته وهڅوي؛ سربیره پر دې چې هغه ذات له هغوی څخه بې نیازه دی؛ او د غالب الله په کتاب کې هغه – سبحانه و تعالی- فرمایی: (إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) ، بیشکه چې الله هغه څه ویني چې تاسو یې کوئ، تر څلویښت ځله ډیر یاد کړی دی، ترڅو مؤمن ته تذکر حاصل شي، او غافلانو ته خبر ورکړي چې الله د دوی په اعمالو باندې خبر دی.
د اطاعت (تابعدارۍ) خوږوالی ..
څوک چې پوهه شي چې د هغه رب یې ګوري؛ هغه شرمیږي چې الله هغه په خپلو نافرمانیو یا په هغه څه کې چې د هغه نه خوښیږي وګوري؛ او څوک چې پوه شي چې الله هغه ویني؛ هغه خپل عمل او عبادت په ښه شکل ترسره کوي، او په خپل عمل او عبادت کې به دومره اخلاص وکړي تر دې چې د احسان مقام ته ورسیږي؛ کوم چې د اطاعت لوړ مقام دی؛ چې محبوب -صلی الله علیه وسلم- یې په اړه فرمایلي: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله داسې عبادت وکړه لکه څنګه چې ته هغه ګورې، که چیرته ته هغه نه وینئ، نو هغه تا ویني» [بخاري او مسلم روایت کړي]
نو کله چې هغه دې مقام ته ورسید هغه به له الله سره د بندګانو په خاص معیت کې وي، لکه څرنګه چې الله – تبارک و تعالی- په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: «وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ؛ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ» "او زما بنده په نوافلو سره ما ته نږدې کیږي ترڅو چې زه هغه سره مینه وکړم، نو کله چې زه هغه سره مینه وکړم؛ زه د هغه لپاره غوږ یم چې په هغه سره اوري، او د هغه لپاره سترګه یم چې په هغه سره ویني". [بخاري روایت کړی].
څوک چې پوه شي چې الله هغه ګوري چې له څه ازموینې سره مخ دی، زړه به یې آرامه شي، د نفس لپاره به یې سکون راشي، او ډاډه به شي چې خلاصون نږدې دی.
او څوک چې پوه شي چې هغه یې ویني نو له الله څخه به حیا وکړي چې هغه په خپلو اعمالو او خبرو کې خیانت کوونکی وویني او پداسې حال چې بندګانو ته یې فریب ورکوي..
ابن عمر -رضي الله عنه- له خپلو څو ملګرو سره مکې ته روان شو، په لاره کې يې استراحت وکړ، يو شپون له غره څخه راښکته شو، ابن عمر -رضی الله عنه- ورته وويل: اې شپونه! پر موږ یوه پسه خرڅ کړه!
شپون وویل: زه مریا یم - یعنې زه یو اخیستل شوی غلام یم.
ابن عمر -رضي الله عنه- ورته وویل: خپل بادار ته ووایه: لیوه وخوړ، شپانه ورته وویل: الله چیرته دی؟
ابن عمر وژړل، غلام (شپون) یې له خپل بادار څخه واخیست او ازاد یې کړ.
که چیرته کوم وخت په خلوت کې وې، مه وایه
چې یواځې یم، لیکن ووایه چې ما باندې څارونکی شته
او دا فکر مه کوه چې الله به یوه لحظه درڅخه غافل وي
او نه هغه څه چې پټ وي له هغې څخه به غایب وي
ځینو هڅه وکړه چې یوې کوچۍ ښځې سره زنا وکړي؛ نو هغه ورته وویل: یواځې ستوري موږ ویني، هغې ورته وویل: ددې ستورو خالق چیرته دی؟
ويل شوي دي: چا چې الله په خپلو خيالونو كې څارونکی وګڼه؛ الله به هغه د غړو په حرکاتو کې وساتي.
او كه ته هغه اوو كسانو ته وګورې چې الله به په هغه ورځ هغوی تر خپل سيوري لاندې راولي چې د هغه له سیوري پرته به بل سيوری نه وي؛ ته به د هغوی ترمنځ مشترک شی دا ومومې: چې هغوی په سمه طریقه ایمان راوړی و، داسې چې الله یې ویني؛ نو دوی د هغه عبادت کاوه لکه څنګه چې دوی هغه ویني؛ نو له دوی امله هغوی دغه منزلت ترلاسه کړ.
په دغه نوم سره يې د موسی -علیه السلام- د قوم څخه یو صالح سړي دعا وکړه، او الله – تبارک و تعالی- ته يې پناه یوړه، او د فرعون او د هغه د قوم د مکر او فریب څخه یې پدې نوم باندې منګولې ولګولې: (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ) (او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى) [غافر سورت: ایت 44]، نو پایله یې څه وه؟
الله د هغه دعا قبوله کړه: (فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ) (نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېر كړل) [غافر سورت: ایت 45] .
ای هغه څوکه چې د مچیو قطار شوي وزرونه ویني
د شپې په تکه توره تیاره کې
او د هغه رګونه چې د هغې په غاړه کې دي
او د ضعیفو هډوکو مغز هم وینې
ما باندې د توبې ویستلو احسان وکړه چې پاک شي
هغه څه چې ما مخکې کړي وو
پند او نصېحت ..
مؤمن ته له پټو ګناهونو او په هغه باندې د اصرار کولو څخه خبرداری ورکول کیږي او دا چې توبه هم و نه باسي، په صحیح حدیث کې له ثوبان -رضي الله عنه- څخه نقل شوي، چې وایي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالَ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا، فَيَجْعَلُهَا اللهُ -عز وجل- هَبَاءً مَنْثُورًا»، «زه به پوه شم چې زما د امت ځینې خلک به د قیامت په ورځ د تهامې د سپینو غرونو په څیر د نیکو عملونو سره راشي، نو الله –عزوجل- به یې عملونه برباد کړي»، ثوبان وويل: ای د الله رسوله! مونږ ته یې بیان کړه، موږ ته یې واضح کړه؛ داسې نه چې مونږ د هغوی له ډلې څخه نه شو او مونږ به خبر هم نه یو! هغه وفرمایل: «أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ، وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ، وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ، وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللهِ انْتَهَكُوهَا» «خبردار! دوی ستاسو ورونه دي، او ستاسو له جنس څخه دي، او دوی د شپې څخه اخلي لکه څنګه چې تاسو یې اخلی (د شپي عبادت کوي)، مګر دا هغه خلک دي چې کله د الله د محرماتو سره یواځې شي سرغړونې کوي». [ابن ماجه روایت کړی] او هغوی ریا کاران دي چې د خلکو لپاره عبادت کوي او الله نه یادوي مګر لږ.
او خلوت لوړوي او یا راښکته کوي، نو څوک چې په خلوت کې د الله تعظیم وکړي، خلک به د هغه په ښکاره کې تعظیم وکړي.
ابن رجب الحنبلي -رحمه الله- فرمايي: «کوچنی نفاق د باطن او ظاهر توپیر له امله رامنځته کیږي»، او ویې ویل: «ښه پایله نشي راتلی مګر د چا چې باطن یې ښه وي؛ ځکه چې د مرګ شیبه نشي جعلي کیدلی، نو په هغه وخت کې نه راوځي مګر هر هغه څه چې دننه په زړه کې وي».
اې الله اې لیدونکی ذاته! زموږ په کمزوریو رحم وکړه او زموږ له نیمګړتیاو او زموږ له تیروتنو څخه تیر شه او د مسلمانۍ مرګ مو په نصیب کړه؛ اې د جهانونو ربه.
39
الـتَّــوَّ ابُ (ډير ژر توبه قبلونکی) ذات -جل جلاله-
عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي: "توبه کوونکو سره کښینئ! ځکه چې هغوی نرم زړونه لري".
بدي مې وکړه او ښه مې ندي کړي او تا ته توبه کوونکی راغلی یم ... او غلام کله کولی شي چې د خپل بادار څخه وتښتي
د بخښنې امید لري نو که نا امیده شو ... نو په ځمکه کې به د هغه نه بل څوک نا امیده پیدا نشي
مونږ د الله – جل وعلا- د (التواب) له نوم سره پاتي کیږو:
د الله (التواب) نوم څومره خوږ دی! دغه نوم ګناهګار ته امید ورکوي چې نوې د خوښۍ مرحله پیل کړي، او هغه پرې د نا امیدۍ او تیارو له دایرې څخه راووځي، (أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى) [التوبة سورت: ایت 104].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- توبه قبلوونکی دی، هغه خپل ځان په توبه قبلونکي (التواب) د مبالغې صیغې سره وصف کړی، له دې امله چې د هغه بندګان پرله پسې ګناهونه کوي؛ لدې امله د مبالغی د صیغې په بڼه راغلی، ترڅو د لویو خطاګانو په مقابل کې پراخه توبه قرار ولري.
هغه – سبحانه و تعالی – د توبه کوونکو توبه قبلوي، او د رجوع کونکو ګناهونه معافوي؛ حتا که توبه تکرار شي، قبلیدل هم تکراریږي تر لا یتناهی پورې.
الله -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى) [المائدة سورت: ایت 39].
په المستدرک کې راغلي: يو سړی رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله! له موږ څخه يو کس ګناه کوي، هغه وفرمايل: هغه باندې ليکل کېږي، بيا يې وويل: له هغه څخه بخښنه غواړي او توبه وباسي، ويې فرمايل: «يُغْفَرُ لَهُ وَيُتَابُ عَلَيْهِ، وَلَا يَمَلُّ اللهُ حَتَّى تَمَلُّوا» "هغه بخښل کیږي او توبه یی قبلیږي، او الله نه ستړي کیږي تر هغه چې تاسو ستړي نشئ". [حسن حدیث دی].
هر څوک چې الله ته نصوحا توبه وباسي؛ الله یې توبه قبولي.
الله څومره مهربان دی!
او د الله سخاوت ته وګوره چې خپل بنده ته عزت ورکوي چې د توبې قبلول یې د بنده د توبې څخه مخکې او وروسته له توبې څخه ټاکلی دي، نو د بنده توبه د خپل رب –سبحانه و تعالی- د دوو توبو په منځ کې ده، : مخکې او وروسته.
لومړی الله د هغه توبه قبوله کړه: د اجازې، توفیق او الهام له مخې؛ کله چې د هغه زړه یې توبې ته په حرکت راوست، بیا يې توبه وویسته، او دا احسان د مهربان، رحم کوونکي او بخښوونکي الله له طرفه دی.
بیا چې کله هغه په رښتیا توبه وباسي نو الله يې توبه قبوله کړي، ګناهونه او خطاګانې يې ورته وبخښي، الله – سبحانه و تعالی- فرمايي: (ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى) [التوبة سورت: ایت 118].
له الله پرته بل معبود نشته، هغه لره د اول او آخري توبې احسان دی.
همدارنګه د هغه له صفاتو څخه دا دي چې توبه قبلوي ... او توبه د هغه په صفتونو کې دوه ډوله ده
بنده ته د توبې اجازه ورکول او د هغې قبلول ... وروسته د توبې نه د احسان کوونکی ذات په احسان سره
همدارنګه د نيک عمل اجر په همدې شکل دی؛ بنده ته یې الهام کړی، بیا یې اجر ورکړی؛ نو الله په احسان او فضل سره پیل کوونکی دی، او په ورکړه او مهربانۍ سره احسان کوونکی دی.
پند او نصېحت ..
او توبه: پر ټولو انسانانو واجب ده، د ژوند په ټولو پړاوونو کې د مؤمنانو او نافرمانو په ګډون؛ ځکه الله – سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ) [النور سورت: ایت31].
توبه: له هغه کمال څخه ده چې الله تعالی یې خوښوي، کوم کمی نه دی، او الله – سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) (یقینًا الله ډېر توبه وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي) [البقرة سورت: ایت 222]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمایلي دي - : (لَّقَد تَّابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ) (یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې) [التوبة سورت: ایت 117]،.
هغه -سبحانه وتعالى- د ادم -علیه السلام- په اړه وفرمایل: (فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ) (نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه) [البقرة سورت: ایت 37].
او د إبراهيم او إسماعيل -عليهما السلام- په اړه یې وفرمایل: (وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې) [البقرة سورت: ایت 128].
او د موسی -علیه السلام- په اړه یې وفرمایل: (فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ) (نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، زه تا ته توبې وباسم او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم) [الأعراف سورت: ایت 143].
دا معلومه خبره ده: چې پیغمبران د لویو او کوچنیو ګناهونو له اقرار څخه پاک دي او په هغه څه سره چې هغه یې د توبې په اړه ویلي دي، د دوی درجې لوړوي او د دوی نیک عملونه لویوي؛ ځکه چې هغه؛ هغه کسان خوښوي چې توبه کوونکي او پاک وي.
او په صحیح البخاري کې له هغه - عليه الصلاة والسلام - څخه روایت دی چې فرمایي: «وَاللهِ! إِنِّي لَأَسْتَغْفِرُاللهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي اليَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّة». «په الله قسم! زه په ورځ کې له اویا ځلو څخه زیات له الله څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه کوم».
که چېرته تاسو ګناه نه کولی..
او الله پوهيږي چې بندګان يې له نيمګړتياوو او کمیو خالي ندي، او په همدې ډول يې پيدا كړي دي؛ ترڅو په دوی کې خپل رحم، بخښنه او توبه وښيي، او هغه - عليه الصلاة والسلام – فرمایی: «لَوْ أَنَّكُمْ لَمْ تَكُنْ لَكُمْ ذُنُوْبٌ يَغْفِرُهَا اللهُ لَكَمْ، لجَاءَ اللهُ بِقَوْمٍ لهُمْ ذُنُوْبٌ يَغْفِرُهَا لهُمْ» "که تاسو کومه ګناه نه درلوده چې الله به یې تاسو ته بخښي، نو الله به داسې خلک راوستی وای چې هغوی ګناهونه لرل ترڅو یې هغوی ته بخښنه کړې وای". [مسلم روایت کړی]
هغه - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ، وَخَيْرُ الخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ» "د آدم ټول اولاد خطا کوونکي دي، او تر ټولو غوره خطا کوونکي هغه دي چې توبه وباسي" [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
الله – تبارک و تعالی- د خپلو بندګانو د توبې په قبلولو سره د خپل ځان ستاینه کړې ده. هغه وویل: (غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ) (د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتلل دي) [غافر سورت: ایت 3].
او الله غواړي: چې د هغه بندګان پوهه شي : چې هغه د خپل بنده توبه قبلوي؛ حتی که د هغه ګناهونه لوی وي. (إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا) (بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي) [الزمر سورت: ایت 53].
زمونږ رب له مونږ او زمونږ له عبادت څخه بې پروا دى، خو لدې سره هم د خپل بنده په توبه ډېر خوشحالیږي، كله چی توبه وكړي، نو الله څومره عزتمند دی! او الله څومره ښکلی دی! او الله څومره مهربانه دی!
په صحیحینو کې له رسول الله - عليه الصلاة والسلام- څخه روایت دی چې فرمایي: «لَـلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ المُؤْمِنِ مِنْ رَجُلٍ فِي أَرْضٍ دَوِّيَّةٍ مَهْلِكَةٍ، مَعَهُ رَاحِلَتُهُ عَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَنَامَ فَاسْتَيْقَظَ وَقَدْ ذَهَبَتْ، فَطَلَبَهَا حَتَّى أَدْرَكَهُ العَطَشُ. "الله د خپل مومن بنده په توبه دومره خوشحالیږي لکه چې په تباه کوونکې دښته کې د یو سړي خپله سوارلۍ وي چې په هغې باندې د هغه خواړه او څښاک وي، او هغه ویده شي او کله چې ویښ شي، ګوري چې سوارلۍ یې تللې ده، نو هغه یې و لټوي تر څو چې تنده پرې راشي.
ثُمَّ قَالَ: أَرْجِعُ إِلَى مَكَانِيَ الَّذِي كُنْتُ فِيهِ؛ فَأَنَامُ حَتَّى أَمُوتَ، فَوَضَعَ رَأْسَهُ عَلَى سَاعِدِهِ لِيَمُوتَ، فَاسْتَيْقَظَ وَعِنْدَهُ رَاحِلَتُهُ، وَعَلَيْهَا زَادُهُ وَطَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَاللهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ العَبْدِ المُؤْمِنِ مِنْ هَذَا بِرَاحِلَتِهِ وَزَادِهِ». بیا له ځان سره ووایي: زه به بیرته هغه ځای ته لاړ شم چیرې چې زه وم؛ او ویده به شم ترڅو چې مړ شم، نو هغه خپل سر په خپل مټ کېښود چې مړ شي، نو کله چې را ویښ شو ګوري چې سوارلۍ یې تر څنګ ولاړه ده، او په هغې باندې د هغه غوټي اوخوراک او څښاک دی، نو الله د مؤمن بنده په توبه تر دې هم زیات خوشحالیږي چې دغه سړی په خپلې سوارلۍ او غوټې خوشحاله شو».
ابن تیمیه - رحمه الله - فرمایي: "هرڅوک چې توبه کوي نو هغه د الله محبوب دی". (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي) [البقرة سورت: ایت 222].
نو هغه ذات چې پر خپلو بندګانو باندې دغسې د رحمت صفت ولري: ټوله مینه باید هغه ته ورکړل شي، او یوازې د هغه عبادت وشي پرته له شریک نیولو څخه، او د دې مینې اغیزې د هغه په خالص عبادت کولو سره ښکاره شي، او هغه ته د هغه د اطاعت او له هغه چا سره مینه کول چې هغه له هغوی سره مینه کوي، او د هغه چا څخه نفرت وکړي چې هغه له هغوی څخه نفرت کوي.
بلال بن سعد وویل: تاسو لره داسې رب دی چې په تاسو کې یو چا ته په عاجله توګه سزا نه ورکوي، خنډ لرې کوي، توبه قبلوي، او رجوع کوونکی ته مخ کوي، او په شا تګ کوونکی سره خواخوږي کوي. (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ) (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ) [الشورى سورت: ایت 25].
د دروازې په درشل کې ..
توبه: له نافرمانۍ څخه اطاعت ته، له بدۍ څخه نېکۍ ته، او د نافرمانۍ له وحشت څخه د مهربان ذات نږدې کېدلو ته تېښته ده.
دا د خالق څخه د هغه دروازې ته تیښته ده، دا د خالق څخه د هغه د دروازې خولې ته تېښته ده، او د جبار ذات څخه د هغه ساحې ته، او د هغه له عذاب څخه د هغه په بخښنې سره پناه غوښتل، او د هغه له عقاب څخه بخښنې ته، او د هغه څخه پر هغه باندې چې مونږ د هغه ثنا ویل نشو شمیرلی، او پرته له هغه څخه د خلاصون هیڅ څه نشته، او له هغه څخه تیښته نشته مګر د هغه خوا ته؛ (فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ) (نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم) [الذاريات سورت: ایت 50].
اې ربه، که زما ګناهونه لوی او ډیر وي ... نو بېشکه زه پوهېږم چې ستا بخښنه ډیره لویه ده
نو که له تا څخه له نیکانو پرته بل څوک امید و نلري ... نو مجرم به له چا څخه مرسته وغواړي او چا ته به پناه ویسي؟
علي بن ابي طالب -رضي الله عنه- فرمايي: «تعجب دی د هغه چا لپاره چې هلاک شي او له هغه سره نجات وي! وويل شول: هغه څه دي؟ ويې ويل: توبه او استغفار».
ابن القیم -رحمه الله- فرماېلي: «ډیری هغه څه چې یو مسلمان ګناه ته اړ باسي (په توبه باندې تکیه کول دی) او که چیرې هغه پوه شي چې د تکیه کولو او د توبې تر منځ به ممکن مانع راشي نو ویره به یې راپورته شي».
او رښتیني توبه یوازې په دې کیدی شي: د ګناه پریښودل، پښیمانه کیدل، د هغې د نه تکرارولو هوډ کول، او د هغه په ځای نیک عمل سره کول، بیا که حقوق العبد وي هغه باید د هغه څښتن ته وسپارل شي.
شقیق البلخي –رحمه الله- ویلي: «د توبې نخښه: د هغه څه لپاره ژړل چې مخکې شوي دي، په ګناه کې د اخته کیدو ویره، د بدانو پریښودل، او د ښو خلکو سره پاتې کیدل دي».
صادقانه توبه قبلیږي پرته له دوو وختونو څخه: کله چې لمر له لویدیځ څخه پورته شي، او د ځنکدن په وخت کې.
د بیدارۍ ټکان ..
او الله –عزوجل- به خپل مؤمن بنده ازمايي چې د هغه څه په واسطه د بنده بندګي بشپړه کړي، او هغه خپل رب ته تضرع، عاجزي، او رجوع وکړي.
نو څومره خلک له الله څخه لرې شوي دي؛ او الله –عزوجل- هغوی باندې تنګستیا راوستلې تر څو هغه بیرته راستون شي، او کله چې بیرته راستون شي نو د هغه د نږدې کیدو خوند وڅکي، او د استقامت او توبې د نعمت احساس وکړي؛ هغه د دې مصیبت او سختۍ لپاره د الله شکر ادا کړي چې د هغه د نجات او بریالیتوب لامل وګرځید. (وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) (او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي) [السجدة سورت: ایت 21].
نو كه له خپلې سرغړونې او انحراف سره پریښودل شوې او توبه دې ونه ویستله، او نعمتونه دې خپلې مخې ته ولیدل؛ نو پوه شه چې هغه ستا څخه کرکه لري، او دا چې دا د هغه له خوا ستا د راګیرولو لپاره یو فرصت دی؛ ځکه الله –عزوجل- فرمايلي: (فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ) (نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (،نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه ناامېده وو) [الأنعام سورت: ایت 44].
نو کله دې چې توبه اعلان کړه؛ نو له الله څخه د استقامت غوښتنه وکړه، ځکه دا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه وه: «اللَّهُمَّ يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې الله، د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ وساته" [صحیح حدیث دی. بخاري په «الادب المفرد» کې روایت کړی].
اې الله! زموږ توبه قبوله کړه، ځکه ته تر ټولو زیات توبه قبلوونکی او مهربان یې، او موږ او زموږ مور او پلار ته بخښنه وکړه؛ ځکه ته بخښونکی او مهربان یې.
40
الـعـــَلِــيمُ (پراخ علم لرونکی) ذات -جل جلاله-
سینې په خیالونو، فکرونو، نیتونو او ارادو پوښلې دي، چې د هغې د اوریدلو هیڅ کومه لاره نشته، هیڅ لید ورته نه رسیږي؛ مګر حکیم او پوه ذات له هغې څخه باخبره دی.
ضمیرونه د افکارو له ذخیرو څخه پټ ساتل کیږي؛ نه نږدې ملاېکې، نه رالېږل شوی پیغمبر، نه کوم محبوب دوست، او نه یو باصلاحیته عالم، او نه هم یو سرکښ شیطان په دې پوهیږي؛ مګر په غیبو پوه ذات هغو باندې پوهیږي.
جنین د مور په رحم کې د یوې پردې تر شا په بله پرده کې پوښل کیږي؛ نو معلومه نه وي چې ژوندی دی که مړ؟ نارینه ده که ښځینه؟ بد نصیب دی که خوش نصیب؟
هغه نه خپل ژوند، خپل معاش او نه خپل عمر پېژني! هغه څوک چې په هرڅه پوهیږي په دې پوهیږي. (وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 282].
پوهه: د ناپوهۍ ضد دی.
او زموږ د رب – سبحانه و تعالی- پوهه ظاهر او باطن، پټ او ښکاره، پورته او لاندې نړۍ، تیر زمان، حاضر او راتلونکي باندې احاطه لري. (يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: ایت 110].
او هغه – عزوجل- هر هغه څه باندې خبر دی چې د هغه مخلوق په سینو پټ کړي دي؛ د ایمان او کفر، حق او باطل، خیر او شر له لحاظه. (إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) (بېشكه الله ښه پوهه دى پر هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي) [آل عمران سورت: ایت 119]، (وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 282].
پټې خبرې د هغه په نیز په لوړ اواز خبرې دي، او رازونه هغه لره ښکاره دي، او پټ شیان د هغه په نیز څرګند دي.
او هغه په هر څه پوه دی، او د هغه علم په هرڅه احاطه کړې ده ... په کاېناتو کې له پټو او ښکاره وو ... او په هر شي باندې د هغه پاک ذات پوهه دی ... لرې شیان هغه ته تر نږدې شیانو ډیر نېږدې دي
هېح ناپوهي د هغه په پوهې باندې مخکې نه ده او نه هېڅکله ... څه شی هېروي لکه څنګه چې انسان هېروي
هغه پوه ذات دی:
پاڼه د هغه په پوهې سره غورځېږي، ټیټ اواز د هغه په پوهې سره منځ ته راځي، او خبره د هغه په پوهې سره کېږي، نیت د هغه په پوهې سره تړل کېږي، او څاڅکی د هغه په پوهې سره راښکته کېږي.
د ژوندي او مړ، لوند او وچ، حاضر او غائب، پټ او لوړ، ډیر او لږ معلومات: (۞ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي) [الأنعام سورت: ایت 59].
او ځینو صحابه وو له خپل ځان سره خبرې وکړې او چا ته یې څرګندې نکړې، بلکه هغه یې پټې وساتلې؛ نو الله – عزوجل- دا نازل کړ: (عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ) (الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه) [البقرة سورت: ایت 187].
او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- خپلو ځينو ميرمنو ته يوه خبره بيان كړه، نو ځينې يې بیان کړ او له نورو څخه يې مخ واړوه، هغې وويل: دا چا درته وويل؟ (قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ) (ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ) [التحريم سورت: ایت 3].
عمیر بن وهب او صفوان بن امیه – له بدر وروسته – د شپې کعبې سره نږدې کېناستل او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د وژلو پلان یې جوړاوه؛ بیا الله – عزوجل- خپل پیغمبر ته د دوی د دسیسې خبر ورکړ او د دوی له کړنو یې خبر کړ: (قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى]. [الأنبياء سورت: ایت 4].
او په تبوک کې منافقینو یو بل سره خبرې وکړې او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم - او صحابه وو – رضي الله عنهم- او د دین په اړه یې توهین او ملنډې ووهلې؛ نو په غیبو پوهیدونکي ذات خپل پیغمبر ته د دوی له مکر، چالاکۍ، او ملنډو څخه خبر ورکړ. (أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ) (ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى پر پټو (نیتونو) او د دوى پر پټو مشورو عالم دى او (دوى پر دې نه دي پوهه شوي) چې بېشكه الله پر ټولو پټو خبرو ښه عالم دى) [التوبة سورت: ایت 78].
د الله پوهه بشپړه او پراخه ده:
(إِنَّمَا إِلَٰهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا) (بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى). [طه سورت: ایت 98].
هیڅ یو مخلوق د هغه –عزوجل- د پوهې په کمال کې ورته والی نلري: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 11].
(فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا) (پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم ندي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ). [الفتح سورت: ایت 27]، او که انسانان یو څه باندې پوهه ترلاسه کړي، هغه د الله –سبحانه وتعالی- له تعلیم څخه دي چې هغوی ته یې ورکړی دی؛ او هره شرعي او قدري پوهه غالب او حکیم الله – سبحانه و تعالی- ته ورگرځي؛ (قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) (هغوى وويل : ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې). [البقرة سورت: ایت 32].
او الله -سبحانه وتعالى- فرمایی- : (وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ) (او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې). [النساء سورت: ایت 113].
او که خلک خپله پوهه او هغه څه چې دوی یې معلومات لري راټول کړي؛ دا به د الله د پراخې پوهې په تړاو خورا بې ارزښته وي؛ (وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا) (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). [الإسراء سورت: ایت 85].
خضر موسی -علیه السلام- ته وویل کله چې دوی په کښتۍ کې سپاره شول، نو یوه مرغۍ یې ولیدله چې د کښتۍ په څنډه کیناسته، نو مښوکې باندې یې په سمندر کې یوه یا دوه ځلې ټونګه ووهله، خضر ورته وویل: "اې موسی! زما او ستا پوهې د الله په پوهه کې څه کمښت نه دی راوستی مګر څومره چې د مرغۍ مښوکې له سمندر څخه کمه کړېده...".
حـقـيـقـت..
او زموږ رب – عزوجل- ، د غیبو په پوهې باندې ځانګړی دی: (۞ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ) (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى) [الأنعام سورت: ایت 59]، او له هغه څخه يې پنځه ياد کړل: (إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) (بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى) [لقمان سورت: ایت 34].
دا د غیبو پنځه چابیانې دي چې یوازې الله هغه باندې پوهیږي:
1- د قیامت پوهه: د اخرت د ژوند لپاره د پیل چابي.
2- د باران ورل : د نباتاتو سره د ځمکې د ژوند چابي.
3- د رحمونو پوهه: د دنیا د ژوند چابي.
4- په دې پوهیدل چې سبا به څه کیږي: په راتلونکي کې د ترلاسه کولو چابي.
5- د مرګ د ځای پوهه: د برزخ د ژوند چابي، او د هر انسان قیامت د دې پر اساس وي.
د غیب علم بې له شکه تر دې زیات او پراخ دی چې یوازې تر دغو پنځو پورې محدود وي، او دلته خبر ورکول دا دی: د ځینو مهمو بیانول، نه د ټولو په ادعا سره، ځکه چې الله فرمایي: (قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ) (ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي) [النمل سورت: ایت 65].
او څوک چې دا دعوه کوي چې له الله – سبحانه و تعالی- پرته بل څوک په غیبو پوهیږي هغه په هغه څه کفر وکړ چې پر محمد -صلی الله علیه وسلم- نازل شوی دی.
او پیغمبران په غیبو هیڅ نه پوهیږي؛ پرته له هغه څه چې الله ورته ویلي وي، عایشه -رضی الله عنها- وايي: «څوک چې دا دعوه کوي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له هغه څه نه خبر ورکوي چې سبا به کیږي؛ نو هغه په الله باندې لوی تهمت ویلی دی!» (وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ) (او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى) [الأعراف سورت: ایت 188]، نو د هغه چا به څه حال وي چې د دوی نه په ټېټه مرتبه کې دي؟!
په دې کې ستا برخه ...
چاته چې الله پوهه وركړې ده، كه څه هم لږه وي؛ الله –عزوجل- هغه ته منزلت ورکړی: (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) (الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى) [المجادلة سورت: ایت 11]، نو د هغه کس مقام به څه وي چې یو متقي عالم او الله وپیژني، او د هغه حق ادا کړي؟
هغوی د الله په علم یقین لري؛ نو هغه لره د هغوی ویره او تعظیم ډیر شو، نو له همدې امله الله د هغوی پاکوالی له اوو اسمانونو د پاسه بیان کړ؛ او فرمایي: (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) (بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يوازې عالمان وېرېږي). [فاطر سورت: ايت 28].
نو پوهه: د عزتمند صفتونو اصل دی، کوم چې انسان لوړو مقامونو ته رسوي.
او دې مقام ته رسیدل نه کیږي مګر په علم سره او دا چې له الله څخه یې په دوامداره توګه وغواړي، او زموږ د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د دعا په متابعت سره چې الله ورته ښوولي دي: (وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا) (اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې). [طه سورت: ايت 114].
ابن حزم -رحمه الله- فرمایلي: او په علومو کې تر ټولو عزتمند: هغه ده چې تا خپل رب ته نږدې كړي.
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: "که چیرته د ډیرو خلکو ناپوهي ددې خوند –د پوهې خوند- او منزلت څخه نه وای؛ نو هغوی به ددې خوند د تر لاسه کولو لپاره په تورو یو بل سره جګړه کړی وای،خو دا د سختيو په پرده پوښل شوې ده، او هغوی له هغه څخه د ناپوهۍ په پرده کې پټ پاتې شوي دي؛ ترڅو الله د هغه لپاره هغه څوک غوره کړي چې هغه غوښتي وي، او الله د لوی فضل والا دی".
(اې الله، اې پوه ذاته! موږ ته هغه څه را زده کړه چې موږ ته ګټه رسوي، او موږ ته د هغه څه څخه ګټه راکړه چې تا موږ ته را زده کړي دي، او زموږ پوهه زیاته کړه).
41
العـــَظـِـيــمُ (لوی او د عظمت څښتن) ذات -جل جلاله-
تا لره پاکي ده اې عظیم ذاته!
له هر چا څخه چې وغواړې واک اخلې، له شتمنۍ وروسته یې بې وزله کوې، له لوړتیا وروسته یې ټيټوې، له عزت وروسته یې ذلیلوې، له ځواک وروسته یې کمزوری کوې، که وغواړې د چا مقام لوړوې، چا ته چې وغواړې توفیق ورکوې، چا ته چې وغواړې مقبولیت وربخښې، چا ته چې وغواړې ورکوې یې او چا ته چې و نه غواړې نه یې ورکوې؛ ټول خیر او نیکي ستا په اختیار کې دي؛ ته هر څه باندې ځواکمن یې.
له تا پرته بل معبود نشته، لوی او حلیم ذاته.
ستا صفتونه ډېر دي، اې ستر ذاته، نا شونی ده چې
تا باندې د ثنا ویوونکي ثنا وشمیرل شي
العظیم -عزوجل-: د الله له نیکو نومونو څخه یو نوم دی، زموږ د لوی رب یو لوی نوم دی، چې په اساس او معنا کې: جلال او عظمت، عزت او لوړ مقام ته ویل کیږي.
د لوى وقار، پياوړي وینا، او لوړې معنا لرونکی دی، هغه – تبارک و تعالی - فرمایلي: (وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ) او هغه لوى اوچت ذات دى. [البقرة سورت: ایت 255].
او العظیم- عزوجل -: د عظمت ، ستر او لوړ مقام لرونکی دی، او هغه؛ هغه ذات دی چې د عقل له حد څخه تیر شوی دی چې د هغه د ماهیت او حقیقت د پوهیدو تصور نشئ کیدلی.
زمونږ رب په خپل ذات کې لوی دی، په عظمت او لويۍ کې د هغه په شان هېڅ څېز نشته..
د هغه له عظمت څخه: دا دي چې د هغه په لاس کې اسمانونه او ځمکه د خردل (سرسۍ) له دانې څخه هم کوچنی دی. (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
او له هغه - علیه الصلاة و السلام - څخه صحیح روایت دی چې هغه فرمایلي دي: «ما السَّمَاوَاتُ السَّبعُ فِي الكُرْسِيِّ إِلَّا كَحَلْقَةٍ مُلْقَاةٍ بِأَرْضِ فَلَاةٍ، وَفَضْلُ العَرْشِ عَلَى الكُرْسِيِّ كَفَضْلِ تِلْكَ الفَلَاةِ عَلَى تِلْكَ الحَلْقَةِ» "اوه اسمانونه په کرسۍ کې ندي مګر لکه داسې چې یوه کړۍ (رنګ) په یوه لویه دښته کې غورځول شوی وي؛ او د عرش لوی والی (غوره والی) په کرسۍ باندې داسې دی لکه د دغې دښتې لوی والی (غوره والی) په دغې کړۍ (رنګ) باندې». [صحیح حدیث دی. ابن ابي شیبه روایت کړی].
دا عظمت په کرسۍ او عرش کې دی - او دا د هغه له مخلوقاتو څخه دي -؛ نو د الله -سبحانه و تعالی- عظمت به څه ډول وي – چې تر ټولو لوړ مثال لري- ، هغه ذات چې پر عرش باندې برقراره شوی، او هغه -جل جلاله- د خپل ټول مخلوق څخه لوړ دی.
او زمونږ رب – عزوجل – په خپلو صفاتو کې لوی دی، او هغه د کمال په ټولو صفتونو سره یاد شوی، په خپل رحمت کې لوی دی، په خپل توان کې لوی دی، په خپلو په ډالیو او ورکړو کې لوی دی، او په خپله ښکلا کې لوی دی.
په قدسي حدیث کې راغلي: «الكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحَدًا مِنْهُمْا؛ قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ» ”غرور زما څادر دی او عظمت زما لنګ دی، نو څوک چې په دې دواړو کې له یوه څخه زما سره شخړه وکړي؛ هغه به اور ته واچوم". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او زموږ رب په خپلو عملونو کې لوی دی؛ ځکه چې دا د حکمت، عدالت، فضل او ارادې وړتیا وړاندوینه کوي.
او هغه په هر لحاظ لوی دی چې د هغه تعظیم ته اړتیا لري ... چې هیڅ انسان د هغه شمیرل نشي کولی
نو الله – عزوجل- په خپلې لویۍ کې بشپړ دى: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
خپل لاسونه پورته کړه!
هغه لره مسایل لویي ندي؛ که څومره لوي او بې شمیره هم وي، صحیح روایت دی چې هغه -علیه الصلاة والسلام- فرماېلي: «إِذَا دَعَا أَحَدُكُمْ فَلَا يَقُلْ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي إِنْ شِئْتَ! وَلَكِنْ لِيَعْزِمِ المَسْأَلَةَ وَلْيُعَظِّمِ الرَّغْبَةَ؛ فَإِنَّ اللهَ لَا يَتَعَاظَمُهُ شَيْءٌ أَعْطَاهُ» «کله چې یو کس ستاسې نه دعا کوي نو داسې دې نه وايي: یا الله ما ته بخښنه وکړه که ستا خوښه وي! لېکن کلکه غوښتنه دې وکړي او خپله غوښتنه دې په ښې طرېقې سره وغواړي، بېشکه الله تعالی نه هېڅ لوی شی نه غوښتل کېږي مګر هغه یې ورکوي». [بخاري او مسلم روایت کړی - او دا یې لفظ دی -].
او زموږ رب په خپل رحمت او بخښنه کې لوی دی، په زغم کې لوی دی، او په خپلې مهربانۍ او لوی سخاوت کې لوی دی، د هغه په نیز هیڅ شی لوی نه دی چې هغه وبخښي.
په « صحیحینو» کې د شفاعت په حدیث کې راغلي دي: چې نبي - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «..يَا مُحَمَّدُ! ارْفَعْ رَأْسَكَ، وَقُلْ يُسْمَعْ، وَسَلْ تُعْطَهْ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ! "اې محمده! خپل سر پورته کړه، ووایه هغه به اوریدل کیږي، او وغواړه هغه به تاته درکړل شي، او شفاعت وکړه ستا شفاعت به قبول شي!
فَأَقُولُ: يَا رَبِّ! ائْذَنْ لِي فِيمَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، فَيَقُولُ: وَعِزَّتِي وَجَلاَلِي وَكِبْرِيَائِي وَعَظَمَتِي! لَأُخْرِجَنَّ مِنْهَا مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ». بیا به ووایم: اې ربه! د هغه چا په اړه اجازه راکړئ چې : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، یې ویلي وي، بیا به هغه وفرمایي: زما په عزت، جلال، کبریاء او عظمت قسم! زه به له هغه څخه هغه کسان وباسم چې : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ یې ویلي وي».
او کله چې زما زړه سخت شو، او لارې مې تنګې شوې ... ما خپل امید ستا د بخښنې طرف ته زینه وګرځوله،
په ما باندې زما ګناه درنه شوه نو کله مې چې پرتله کړه ... ستا د بخښنې سره نو ستا بخښنه ډیره لویه شوه
چا چې لوی ذات ته پناه یوړه وژغورل شو..
له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی: چې کله به جومات ته داخل شو نو ویل به یې: «أَعُوذُ بِاللهِ العَظِيمِ، وَبِوَجْهِهِ الكَرِيمِ، وَسُلْطَانِهِ القَدِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ»، قال: «فَإِذَا قَالَ ذَلِكَ؛ قَالَ الشَّيْطَانُ: حُفِظَ مِنِّي سَائِرَ اليَوْمِ» «زه په ستر الله، او د هغه په عزتمند مخ، او د هغه په قدیمي پادشاهۍ سره له رټل شوي شیطان څخه پناه غواړم» (پېغمبر صلی الله علیه وسلم) وویل: «کله چې داسې ووايي، نو شیطان ووايي: ټوله ورځ له ما څخه ساتل شوی دی». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او څوک چې په خپله ژبه د الله –عزوجل- لویی بیان كړي؛ هغه بریالی شو، د قيامت په ورځ به يې تله درنه وي، په صحيح روايت سره راغلي دي چې هغه -عليه الصلاة والسلام- فرمایلي: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي المِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَن: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ» "دوه کلمې چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې، رحمن ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ." (پاکي وایم د الله تعالی په ستاینې د هغه سره، پاکي وایم د لوی الله تعالی). [بخاري او مسلم روایت کړي].
بلکه، هغه خپلو بندګانو ته امر کړی چې د دې نوم سره تسبیح وکړي؛ هغه – عزوجل- فرمایلي: (فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ) (نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه). [الواقعة سورت: ایت 74].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپل امت ته امر کړی چې په خپلو لمونځونو کې د الله -جل جلاله- په دغه نوم سره تسبیح ووایي: «فَأَمَّا الرُّكُوعُ فَعَظِّمُوا فِيهِ الرَّبَّ -عز وجل- » "اما په رکوع کې، د رب –عزوجل- تعظیم وکړئ". [مسلم روایت کړی].
د خلاصون چابي:
که تاسو ته کوم آفت راشي، ستاسو سینه ستړې شي، او تاسو په اندیښنه کې ډوب شوئ؛ نو ووايئ: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او د زغم خاوند دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمكې او لوی عرش څښتن دى". [بخاري او مسلم روایت کړی].
او که له پادشاه څخه ووېرېدې؛ د الله پادشاهي لویه ده، عبدالله بن مسعود ویلي: "اې الله! د اوو اسمانونو او د لوی عرش څښتنه؛ زما ګاونډ او مرستندوی شه د فلان زوی د فلان څخه او د هغه له ډلې چې ستا له مخلوقاتو څخه دي، د دې نه چې هغوی په ما باندې برلاسي شي او یا ما باندې ظلم وکړي؛ ستا ګاونډ غالب دی، او ستا ستاینه لویه ده، او له تا پرته بل معبود نشته".
او هغه – صلی الله علیه وسلم- به هر سهار او ماښام د الله په عظمت سره پناه غوښتله له دې چې په ځمکه کې ډوب شي؛ هغه به ویل: «اللَّهُمَّ! أَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ مِنْ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي» «اې الله! زه ستا په عظمت پناه غواړم له دې چې زه له لاندې خوا څخه ووژل شم». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
له همدې کبله؛ څوک چې لوی ذات ته پناه یوسي، او لوی ذات ته نږدې شي، هغه به له متقیانو څخه وي؛ هغه به د دنیا امنیت او د آخرت اجر ترلاسه کړي، نو الله - عزوجل - فرمایلي دي: (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا) (او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي). [الطلاق سورت: ایت 5].
او د الله په نیز تر ټولو لویه درجه: د هغه چا لپاره ده چې الله – عزوجل- د هغوی په کله فرمایي: (الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللَّهِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ) (هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دی، اوهمدغه كسان كامیاب دي). [التوبة سورت: ایت 20].
او څوك چې له الله سره شريك راوړي، او ايمان يې د الله –عزوجل- له عظمت څخه كم شي؛ نو سزا د عمل له جنس څخه ده، او هغه به: دوزخ وي - الله دې مونږ له هغه څخه وساتي! (خُذُوهُ فَغُلُّوهُ (30) [(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زولنو سره وتړئ. ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ (31) بیا یې دوزخ ته واچوئ. ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ (32) بیا یې په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ. إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ (33)) بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ] [الحاقة سورت: ایتونه 30-33].
مسلمان به څنګه د خپل رب تعظیم کوي؟
د الله –تبارک و تعالی- تعظیم: د هغه د نومونو او صفتونو په تعظیم کې وي، او په زړه کې د هغه تعظیم کول پر دې چې هغه سره مینه، د هغه په عظمت اعتراف، او د هغه پر وړاندې عاجزي وکړي، د امام احمد په مسند کې راغلي: «مَنْ تَعَظَّمَ فِي نَفْسِهِ، أَوْ اخْتَالَ فِي مِشْيَتِهِ؛ لَقِيَ اللهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ» «چا ته چې خپل ځان لوړ ښکاره شي، او یا په خپل تګ کې غرور وکړي؛ هغه به الله سره په داسې حال کې ملاقات وکړي چې هغه به له هغه څخه ناراضه وي». [صحیح حدیث دی]
د الله – تبارک و تعالی- تعظیم په ژبه، او په ډیر ذکر سره کیږي، (فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ) نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه. [الواقعة سورت: ایت 74].
او د هغه – تبارک و تعالی – د تعظیم له جملې څخه د غړو په کارولو په اطاعت کې سره کیږي؛ او د هغه تعظیم دا دی: چې د هغه اطاعت وشي او نافرماني ونه شي، او د هغه یادونه وشي او هیر نشي، مننه وشي او کفران یې ونه شي.
او د هغه – تبارک و تعالی – د تعظیم له جملې څخه: د هغه د رسولانو، ملاېکو، عبادتونو؛ لکه لمونځ، زکات، روژه، حج او عمره او د هغه د دین نورو عبادتونو او احکامو تعظیم وشي؛ (ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ) (دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى). [الحج سورت: ایت 32].
او د هغه – تبارک و تعالی – د تعظیم له جملې څخه: د هغه د لوی کتاب تعظیم کول دي ، نو الله – سبحانه و تعالی- د خپل لوی کتاب په اړه فرمایي: (وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ) [او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم)]. [الحجر سورت: ایت 87].
او د هغه – تبارک و تعالی – د تعظیم له جملې څخه: د هغه او د مومنانو د حرمتونو (احكامو) تعظیم دی. (ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ) (دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى). [الحج سورت: ایت 30].
او د هغه – تبارک و تعالی- له تعظیم څخه دا دي: چې بنده د خپل رب په خبره د بل چا خبرې ته لومړیتوب ورنکړي؛ که د هغه هر ډول مقام وي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى). [الحجرات سورت: ایت 1].
اې د مخلوق پیدا کوونکی نوښتګر او ضامن ذاته
د ټولو روزي، او ستا سخاوت د ورېځو په څير راښکته کېږي
ستا صفتونه ډیر اوچت دي، اې ستر ذاته! او ناشونې ده چې
چې ویوونکي ستا ستاېنه وشمېرلی شي
دغه ده زه راغلم او زما ښه ګومان زما شفاعت کوونکی دی
او زما وسېله پښېمانتیا او روانې اوښکې دي
نو خپل بنده ته د تېرو کړنو بخښنه وکړه او هغه ته
توفېق د هغه څه ورکړه چې ته یې خوښوي، ځکه ستا مهرباني پوره ده
او هغه څه ورسره وکړه چې ته د کومو ښېګڼو کوونکی یې
او ګومان او ټول ګومان دا دی چې تاسو به دغه وکړئ
زه له لوی الله څخه سوال کوم: چې موږ د پرهېزګارانو له ډلې څخه وګرځوي چې د نعمتونو جنتونه وګټي!
42
الـقَـوِيُّ (د قوت خاوند) ذات -جل جلاله-
اې ربه، زه ستا انګړ ته توبه ایستلی راغلی یم
تسلیم شوی او نیوونکی ستا د رسۍ یم
زما یې څه له زورور سره چې ته اې
زما ربه لوی مقام والا یې او ستا ځواک څومره ډیر دی
زه په ژوند کې ټولو پناه ځایونو ته تللی یم
مګر ستا له پناه ګاه څخه مې عزتمند ځای و نه موند
زمونږ موضوع زمونږ د رب –سبحانه وتعالی- په اړه ده چې فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ) (بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: ایت 58]، او ویونکی: (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا) (او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند او الله مومنان له جنګ نه وساتل، الله ډېر زورور، ښه غالب دى) [الأحزاب سورت: ایت 25]، او ویونکی: (إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ) (بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى) [الحديد سورت: ایت 25].
زمونږ قوي رب -عزوجل- هغه څوک دی چې ضعف یا نیمګړتیا نه ورسیږي، او د سستۍ او بې حسۍ څخه نه متاثره کیږي.
او زموږ رب – عزوجل – هغه ذات دی چې هیڅ غالب هغه باندې غالبیدلای نشي، او نه کوم مانع هغه منعه کولای شي، او نه کوم دافع هغه دفعه کولای شي، او نه د هغه فیصله څوک بیرته راګرځولی شي، هغه د بشپړ قدرت او بشپړې ارادې خاوند دی.
او هغه - عزوجل – غیر متناهي قدرت لرونکی دی.
او زموږ رب - عزوجل - په خپل قدرت کې بشپړ دی، په هر څه قادر دی؛ هغه په هیڅ حالت کې ناتوانه یا ضعیف ندی، او د هغه –سبحانه و تعالی- حکم په هر وخت کې چې وغواړي پلی کیږي؛ په ځمکه او آسمانونو کې.
هغه – عزوجل- په خپل نیولو او عذاب کې قوي دی.
په قدرت کې یواځې دی، (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) (چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى) [البقرة سورت: ایت 165].
او د هغه په وصف کې هغه په خپل ځواک کې ځواکمن دی ... او هغه په تا باندې قادر دی، اې پادشاه وروره
ځواک د هغه څخه دی..
مونږ باندې څه شوي دي چې خپل زړونه د هغه خوا ته متوجه نکړو؟! او مونږ باندې څه شوي دي چې په خپلو دندو او اړتیاوو کې پر هغه تکیه ونکړو؟! مونږ د هغه زور او شتمنۍ ته څومره بې وزله یو!!
موږ د هغه – تبارک و تعالی- له قدرت او توفیق پرته بل هیڅ ځواک نه لرو، او موږ د هغه له لارې پرته د نافرمانۍ او د نفس د بدیو د مخنیوي لپاره هیڅ ځواک نه لرو.
دغه ځواک د الله - عزوجل- له خوا چا ته چې هغه وغواړي ورکول کیږي؛ د عامې روزۍ په څیر.
او انسان کمزوری دی.. کمزوری پیدا شوی، کمزوری زیږیدلی، او کمزوری به مري؛ الله – تبارک و تعالی- وفرمایل: (وَخُلِقَ الْإِنسَانُ ضَعِيفًا) (او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى). [النساء سورت: ایت 28]، او الله تعالی فرمایلي: (۞ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ) (الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي یې، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى). [الروم سورت: ایت 54].
د الله ورځې ..
کله چې ډیری بندګانو دا حقیقت هیر کړ - چې په انسان کې اصل دا دی چې هغه ضعیف دی، او له الله پرته بل هیڅ ځواک او واک نلري؛ شیطان هغوی په خپل قوت باندې غولولي دي؛ تر دې چې هغوی د الله –عزوجل- ځواک هېر کړ، نو هغوی په خپله سرکشۍ کې نور هم مخکې لاړل!
او دا د عاد قوم دی، په اړه یې الله –عزوجل- فرمايي: (فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ) (نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل: په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه) [فصلت سورت: ایت 15].
او کله چې هود -علیه السلام- هغوی ته وویل: له الله څخه ووېرېږئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ! هغوی وویل: (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً) (زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟!) [فصلت سورت: ایت 15]، موږ بندګان تسخیر کړي دي، او موږ د خپل قوت په زور د هر ډول عذاب د شنډولو توان لرو ...!! هغوی د بدن اوږدوالي وغولول، ابن عباس -رضی الله عنهما- وايي: "په هغوی کې تر ټولو اوږد قد لروونکی: سل ګزه وو، او تر ټولو لنډ قد لروونکی شپیته ګزه وو".
نو کله چې ننګونه خپل اوج ته ورسېده او نافرماني خپلې انتها ته ورسېده؛ الله – عزوجل- په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، الله – تبارک وتعالی- وفرمايل: (فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ) (نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب وڅكو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه شي کېدلی) [فصلت سورت: ایت 16].
او دا په ځمکه کې د الله -سبحانه وتعالی- د طرېقو نه یوه طرېقه ده، او د تاریخ په اوږدو کې هم دي: هر هغه څوک چې په خپل ځواک سره مغرور او متکبر وي د هغه اخري انجام د عادیانو په شان وي، د جبار او بادشاه ذات قوت یې رانېسي.
نو؛ هغه - سبحانه وتعالی- وفرمایل: (قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ) (ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟) [الأنعام سورت: ایت 11]، شاید دوی د پخوانیو قومونو د هلاکت څخه عبرت واخلي! په لسګونو قومونه په الله او د هغه پر رسولانو کافران شوي وو، او په ځمکه کې دوی په ځواک، چارو او ودانیو باندې دوکه شول؛ نو الله دوی ونیول، د غالب او ځواکمن ذات په نیولو سره: (فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) ( نو (په دوى كې) هر یو مونږ په خپلې ګناه سره ونیوه، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې مونږ پرې كاڼي وېشتونكى باد راخوشې كړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې دوى سختې چغې ونیول او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ هغوى په ځمكه كې ننه اېستل او ځینې په دوى كې هغه دي چې مونږ (په اوبو كې) غرق كړل او الله له سره داسې نه و چې په دوى يې ظلم كړى وى او لېكن دوى په خپلو ځانونو (پخپله) ظلم كاوه) [العنكبوت سورت: ایت 40].
مشرکینو رسول الله -صلی الله علیه وسلم – او د هغه صحابه –رضی الله عنهم- محاصره کړل: د احزاب په غزوه کې هغوی غوښتل چې دوی د ځمکې څخه محوه کړي؛ نو الله –عزوجل- د خپلو لښکرو څخه یو لښکر راولېږه: یو توند باد، چې بالاخره هغوی یې د ښار شاوخوا څخه وتښتېدل: (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا) (او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند او الله مومنان له جنګ نه وساتل، الله ډېر زورور، او غالب دى). [الأحزاب سورت: ایت 25].
یو ماشوم پادشاه له منځه وړي، اوبه یو قوم ډوبوي، سمندر یو لښکر له منځه وړي، میاشی نمرود ذلیلوي، ځمکه قارون تیروي، او مرغان ابرهه نابودوي..
هغه پیاوړی ذات دی؛ هغه –سبحانه و تعالی- به تا په خپل ځواک سره حیران کړي.
د مخلوق هرڅیز د الله لپاره دی ... او مخلوق لره د هیڅ څیز صلاحیت نشته
آیا تا خبر نکړم؟!
هرڅومره چې د بنده پوهه د الله د (القوي) په نوم ډیره شي؛ د هغه توکل به پر الله -عزوجل- باندې ډیر شي، او خپل ځواک به د هغه له ځواک څخه ترلاسه کړي، او هغه هغه وخت تر لاسه کولای شي چې له خپل ځواک او قوت څخه تیر شي، او هغه -عليه الصلاة والسلام- خپل یو صحابي ته وفرمایل: «أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى كَلِمَةٍ هِيَ كَنْزٌ مِنْ كُنُوزِ الجَنَّةِ؟ لاَ حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ» «ایا زه تا ته د یوې کلمې لارښوونه ونکړم چې هغه د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده؟ لاَ حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ. یعنې نشته د ګناه نه اړول په او نېکۍ باندې طاقت ورکول مګر د الله تعالی په مرسته ». [بخاري او مسلم روایت کړی دی، – او دا لفظ د بخاري دی –]، يعنې حالت له يو حالت څخه بل ته نه بدليږي، او نه هم د دې توان لري چې د الله – تبارک وتعالی- له مرستې او ملاتړ پرته بدل شي.
عبدالله ابن مسعود -رضي الله عنه- فرمايي: " لا حول ولا قوة إلا بالله: د الله له نافرمانۍ څخه ګرځیدل پرته د الله له عصمت څخه ناشوني دي، او د هغه د مرستې پرته د هغه د اطاعت کولو ځواک نشته".
ابن القیم -رحمه الله- وایي: «او دغه کلمه په سختو کارونو کې، د سختیو په زغملو، د پاچاهانو او د هغو کسانو څخه چې له هغوی څخه یې ویره کیږي، او د ستونزو په لرلو سره خورا اغیزه لري، او د فقر په له منځه وړلو کې هم اغیزه لري!».
او الله – سبحانه و تعالی- خوښوي چې تا عاجز ووینئ او د هغه ځواک یاد کړې؛ (وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ إِن تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا) (او كله چې ته خپل باغ ته داخل شوې تا ولې ونه ویل چې مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړي، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې). [الكهف سورت: ایت 39].
او د متواضعو خلکو لپاره د الله مینه؛ هغه د مؤمنانو په منځ کې غښتلي او قوي مومنان خوښوي، او هغه –عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «المُؤْمِنُ القَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ المُؤْمِنِ الضَّعِيف، وَفِي كُلِّ خَيْرٌ» "قوي مؤمن د ضعیف مؤمن په پرتله د الله تعالی په نیز غوره او محبوب دی، او په ټولو کې خیر دی". [مسلم روایت کړی].
او دا دوه صفتونه د هغه –عزوجل- په دې قول کې سره یو ځای شوي دي: (أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ) (په مومنانو به ډېر نرمي كوونكی وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي) [المائدة سورت: ایت 54]، د یو ملت لپاره د علم او عمل پرته بل هیڅ ځواک نشته؛ ځکه چې الله – سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ) ( او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني). [الأنفال سورت: ایت 60].
د الله لپاره په داسې شکل اوسه لکه څرنګه چې هغه یې غواړي، هغه به تا ستا لپاره د هغه څه څخه پورته وي چې ته یې غواړې!
اې الله، اې قوي، اې عزت والا! ظالمو خلکو باندې موږ ته بری راکړه.
43
المَــتِــينُ (د ډير قوت خاوند) ذات جل جلاله
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی هغه وویل: یو سړي اړتیا درلوده، نو هغه دښتې ته لاړ، او د هغه میرمن وویل: اې الله! موږ ته څه راکړه چې موږ یې اوړه کړو او ډوډۍ پخه کړو.
نو هغه سړی راغی چې ګوري لګن (خانک) له ډوډئ څخه ډک دی، او په تندور کې غوښی پخیږي، او پل غنم اوړه کوي؛ هغه وویل: دا د کوم ځایه راغلي دي؟ هغې وويل: د الله له رزق څخه، بیا یې د پل غاړې جارو کړې.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَوْ تَرَكَهَا لَدَارَتْ -أو قال: طَحَنَتْ- إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ» "که هغه يې پرېښودلی وی؛ نو د قيامت تر ورځې پورې به څرخیدلی وی، يا يې وويل: اوړه کړی وی". (صحیح حدیث دی. طبراني په المعجم الاوسط کې روایت کړی دی).
دغه پیغام هغه چا ته دی چې غم او پریشانۍ را ګیر کړی وي، حالت یې کمزوری وي، له ژونده ستړی شوی وي، ورځې ورباندې تنګې شوې وي، او پرله پسې ستونزو سره لاس او ګریوان وي؛ زه تا ته زیری درکوم چې هلته نږدې خلاصون، ښکاره بریا، له سختۍ وروسته اسانتیا، او له کمزورۍ وروسته قوت شتون لري. (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي. [الروم سورت: ایت 6].
موږ د الله یو له خورا ښکلي نومونو المتین –جل جلاله- سره تم کیږو:
(إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ) (بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: ایت 58].
نو زمونږ رب – سبحانه و تعالی- المتین دی، یعنې: ترټولو قوي او پیاوړی دی.
الله – سبحانه و تعالی - په ځواک او قدرت کې آخري حد ته رسیدلی دی؛ نو هغه ډیر ځواکمن دی، د هغه ځواک نه قطع کیږي، د هغه په اعمالو کې سختي نه راځي، او هغه ته ستوماني نه راځي، یوازې هغه لره ټول عزت دی، او هغه په خپل کار کې غالب دی، او هغه قادر ذات دی چې کمزوري ورته نه راځي.
هغوی چیرته دي؟!
او الله چې پیاوری او پاک دی: موږ ته د هغو قومونو په اړه خبر راکړ چې د هغه له امر او د هغه د رسولانو په وړاندې یې سرکشي وکړه، او حتا د قدرت او ظلم دعوا یې وکړه، نو هغوی سره یې کلک حساب وکړ: (فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۖ وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ) (نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل:په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه) [فصلت سورت: ایت 15].
نو پایله دا شوه لکه څنګه چې هغه – تبارک و تعالی- وفرمایل: (فَأَصْبَحُوا لَا يُرَىٰ إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ) (نو دوى سبا ته داسې شول چې يوازې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته بدله وركوو) [الأحقاف سورت: ایت 25].
هغه پاچاهان او هغه څوک چې په ځمکه کې اوسیدل چیرته دي
دوی له هغه څه څخه جلا شوي دي چې دوی جوړ کړي وو او پکې اوسیدل
او دوی چې هر څه کړي وو اوس د قبر ګرو شوي دي
هغوی خاورې شول وروسته له دې چې وراسته شول
سرتیري چیرته دي، نه یې څه دفع کړل او نه یې ګټه ورسوله
چیرته دي هغه څه چې یې راټول کړي او خوندي کړي وو
د عرش د څښتن فرمان دوی ته په بیړه راغی
مال ونتوانید چې هغوی وژغوري او مرسته ورسره وکړي
ستا هیله پوره کیږي..
ریښتینی مومن بنده پوهیږي: چې الله –عزوجل- قوي او پیاوړی دی، او دا چې الله په هر څه ځواکمن دی، هیلې پوره کوي، لرې نږدې کوي، او خوبونه په حقیقت بدلوي.
او دا ابراهیم -علیه السلام- خپله کورنۍ یوې بې کرونده درې ته بیایي؛ او هغه ضعیفه ښځه او کوچنی ماشوم به په دې دره کې اوسیږي؛ او الله باندې پر توکل سره وايي په داسې حال کې چې د الله پر ځواک باور لري: (رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ) ، (اې زمونږه ربه! بېشكه ما و اوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې)، زما ربه! ما دوی ستا دروازې ته نږدې کړل، او له تاسو پرته د دوی امیدونه پرې شول: (رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ) ، (اې زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي) زما ربه! د دې لپاره چې ستاسو خدمت وکړي، تاسو زما په پرتله دوی ته ډیر مهم یاست. (فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ) (نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي) [إبراهيم سورت: ایت 37]، نو د بندګانو زړونه ورته وګرځوه هرکله چې هغوی ته کومه اړتیا پیدا شي؛ ته د هر څه کولو توان لرې.
که ته ضعیف وې او ستا رب ځواکمن او پیاوړی وي؛ نو ته مه وېرېږه! څوک چې پر الله توکل کوي هغه د هغه لپاره کافي دی، او څوک چې الله باندې بې نیاز او شتمن وي هغه به الله بې نیاز کړي، او الله –تبارک و تعالی- غیرت کوي چې د مؤمن زړه له هغه پرته نورو سره تړلی وي، او یا په نورو باندې تکیه وکړي، او یا د خپل مخ اوبه د بل چا په وړاندې بوځي.
د يوسف –علیه السلام- کيسه يو له غوره، روښانو او څرګندو کيسو څخه ده؛ ځکه چې په هغه کې له یو حالت څخه بل حالت ته، له مصیبت څخه انعام او احسان ته، له ذلت څخه عزت ته، له غلامۍ څخه پادشاهۍ ته، له بیلتون او جدایۍ څخه ملاقات او یو ځای کیدو ته، له غم څخه خوښۍ ته، له سوکالۍ څخه فقر ته او سوکالۍ ته، او له انکار څخه اعتراف ته دی.
نو بیا د قوي په اړه ضعیف ته شکایت مه کوه.
او که بني آدم ته شکایت وکړې نو دا پدې معنا ده ... چې له مهربان ذات څخه هغه چا ته شکایت کوې چې رحم نکوي
نو ځواک: دا دی چې له الله -عزوجل– پرته بل هیچا باندې تمسک او اعتماد ونشي؛ که هغه اشخاص وي او یا ملتونه وي، ایا ته د اسلامي امت حالت نه ګورې کله یې چې پر الله توکل پریښود، او د هغه له دښمن سره یې خپلې هیلې وتړلې؟! هغوی د الله په نیز لویدلي دي، او همدارنګه د خپلو دښمنانو له سترګو څخه وغورځیدل! نو هغوی په ذلت او تاوان کې دي، او هیڅکله به عزت او برلاسي دوی ته نه راګرځي تر څو چې دوی په ځواکمن او پیاوړي الله باندې کلک نه وي ودریدلې، هغه ذات چې هیڅ شریک نه لري.
الله – سبحانه و تعالی- فرماېلي: (كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ) (الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى) [المجادلة سورت: ایت 21].
اې الله! موږ ستا پیاوړي (المتین) نوم باندې له تا څخه غواړو: چې موږ او زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړې.
44 – 45 - 46
د قدرت خاوند، مطلق قادر، او د قدرت ښکاره کوونکی ذات -جل جلاله-
څوک چې د الله –عزوجل- حكم تطبيق كړي، نو الله به د هغه کار سم کړي، او څوک چې خپل شته امکانات د الله لپاره مسخر او وقف کړي، نو الله به هغه لپاره خپل ټول امکانات مسخر او وقف کړي، او دا ټول كاينات د الله په لاس او تصرف كې دي؛ هغه – تبارک و تعالی- مطلق قادر، او د قدرت خاوند دی.
مسلم په خپل صحیح کې روایت کړی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «بَيْنَمَا رَجُلٌ بِفَلاةٍ مِنَ الأَرْض، فَسَمِعَ صَوْتًا فِي سَحَابَةٍ: اسْقِ حَدِيقَةَ فُلَانٍ؛ فَتَنَحَّى ذَلِكَ السحاب، فَأَفْرَغَ مَاءَهُ فِي حَرَّةٍ، فَانْتَهَى إِلَى الحَرَّةِ، فَإِذَا هُوَ فِي أَذْنَابِ شِرَاجٍ، وَإِذَا شَرَاجَةٌ مِنْ تِلْكَ الشِّرَاجِ قَدِ اسْتَوْعَبَتْ ذَلِكَ المَاءَ كُلَّهُ، فَتَبِعَ المَاءَ؛ فَإِذَا رَجُلٌ قَائِمٌ فِي حَدِيقَتِهِ، يُحَوِّلُ المَاءَ بِمِسْحَاتِهِ، فَقَالَ لَهُ: يَا عَبْدَ اللهِ! مَا اسْمُكَ؟ قَالَ: فُلانٌ -بِالاسْمِ الَّذِي سَمِعَ فِي السَّحَابَةِ-. «یو سړی په صحرا کې و، په ورېځ کې یې غږ واورېد چې : د فلاني باغ ته اوبه ورکړئ؛ نو هغه ورېځه راغله او خپلې اوبه يې په یوې دښته کې توی کړې، اوبه کاړجنې دښتې ته ورسېدې، نو کله چې د درې بیخ ته ورسیدې، نو د دې درې څخه یوې ویالې دغه ټولې اوبه راجمع کړې، نو هغه سړي د اوبو مسیر تعقیب کړ؛ ګوري چې یو سړی په خپل باغ کې ولاړ دی او خپله چارۍ (بیل) سره اوبه را ګرځوي، هغه ورته وویل: اې د الله بنده! ستا نوم څه دی؟ هغه وویل: فلان - هماغه نوم چې دې په ورېځو کې اورېدلی وو- .
فَقَالَ لَهُ: يَا عَبْدَ اللهِ! لِمَ سَأَلْتَنِي عَنِ اسْمِي؟ قَالَ: إِنِّي سَمِعْتُ صَوْتًا فِي السَّحَابِ الَّذِي هَذَا مَاؤُهُ، يَقُولُ: اسْقِ حَدِيقَةَ فُلانٍ بِاسْمِكَ، فَمَا تَصْنَعُ فِيهَا؟ هغه ورته وویل: اې د الله بنده! ولې دې زما نوم وپوښت؟ ويې ويل: په وريځو کې مې يو غږ واورېد، چې دا یې اوبه دي، ويل يې: د فلاني – ستا په نوم- باغ ته اوبه ورکړه، نو ته پدې باغ کې څه کوې؟
قَالَ: أَمَّا إِذَا قُلْتَ هَذَا؛ فَإِنِّي أَنْظُرُ إِلَى مَا خَرَجَ مِنْهَا؛ فَأَتَصَدَّقُ بِثُلُثِهِ، وَآكُلُ أَنَا وَعِيَالِي ثُلُثَهُ، وَأَرُدُّ ثُلُثَهُ». ويې ويل: نو كه خبره داسي وي؛ زه د باغ محصولاتو ته ګورم؛ زه د هغې دریمه برخه صدقه ورکوم، زه او له خپلې کورنۍ سره د هغې دریمه برخه خورو، او دریمه برخه یې بیرته ورکوم».
(وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى) [فاطر سورت: ایت 44]، (أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى). [المائدة سورت: ایت 40].
زموږ رب - عزوجل - په هر څه قادر دی، هیڅ شی هغه نشي عاجزولی، او له هغه څخه هیڅ شی نه پاتي کیږي، د هغه د مخلوقاتو برعکس، نو هغه – تبارک و تعالی- ته عجز او سستي نه رسیږي.
او زموږ رب – عزوجل- هغه ذات دی چې هر څیز باندې ځواک لري، او هغه باندې قادر دی، نو هغه –تبارک و تعالی- بشپړ قدرت لري؛ په خپل قدرت سره یې موجودات پیدا کړل، په خپل قدرت سره یې اداره کړل، او په خپل قدرت سره یې جوړ او مضبوط کړل، او په خپل قدرت سره ژوندي کول او مړه کول کوي، او بندګان د بدلې لپاره بیرته راژوندي کوي؛ نیکانو ته د نیکیو بدله ورکوي،او بدکارانو ته د بدکاریو سزا ورکوي.
(زموږ رب -عز وجل- هغه ذات دی چې (إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ) كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي). [يس سورت: ایت 82].
زورور دی، او هیڅ شی هغه نشي عاجزولی کله چې ... د یو شي اراده وکړي د واک څښتن
د هغه د ځواک بشپړتیا ..
او زموږ د ځواکمن رب – عزوجل- له قدرت څخه: دا دی چې هغه: (يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى) [المائدة سورت: ایت 40]، او هغه -تبارك وتعالى- : (الْقَادِرُ عَلَىٰ أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ) (همغه قادر دى په دې باندې چې پر تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي) [الأنعام سورت: ایت 65].
او د هغه د ځواک دلیل: دا چې هغه کولی شي مونږ راولي او موږ جمع کړي هر چیرې چې یو او هر چیرې چې لاړ سو. (أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى) [البقرة سورت: ایت 148].
او له هغه څه څخه چې زموږ رب – تبارک و تعالی- د خپل لوی قدرت په اړه موږ وپوهولو: دا چې هغه به د قیامت په ورځ ځمکه په خپل لاس کې قبضه کړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې رانغاړي، هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي). ، [الزمر سورت: ایت 67].
تقديرونه لیکل شوي دي..
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- چې د مقدارونو ټاکونکی او ویشونکی دی، هغه د شیانو په اندازه او وخت د دوی له پیدا کولو د مخه پوهیده، بیا یې هغه څه پیدا کړل چې د هغه په اړه دمخه پوهیده چې هغه به شتون ولري؛ (ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ) (دغه د ډېر غالب، ښه پوهه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي). [يس سورت: ایت 38].
او الله د مخلوق د پیدا کولو څخه زرګونه کاله دمخه د هغوی اندازې لیکلې وې، او هغه -عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، وَعَرْشُهُ عَلَى المَاءِ» «الله د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوق اندازې لیکلې وې، او د هغه عرش د اوبو د پاسه وو». [مسلم روایت کړی].
نو؛ دا هماغه ایمان دی چې؛ کله جبرائیل -علیه السلام- له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه د ایمان په هکله پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ» "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د آخرت په ورځ، او د خیر او شر په تقدیر ایمان ولرې". [بخاري او مسلم روایت کړی –او لفظ د هغه دی-].
مه حیرانیږه!
زموږ رب – تبارک و تعالی- په خپل کتاب کې زموږ لپاره د خپل قدرت په اړه دغه وینا بیان کړې ده: (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا) (او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونو كې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوهه، ښه قادر دى) [فاطر سورت: ایت 44].
كه الله – عزوجل- له تاسره مرسته وكړي؛ یو څه چې معمولا سبب نه وي هغه به ترټولو لوی سبب وګرځي.
او که قدیر ذات – عزوجل- وغواړي تاته عزت درکړي؛ د هغه چا په واسطه به عزت درکړي چې د هغه څخه د خیر تمه نه وي او هغه به ستا لپاره د لوی ډالۍ لامل وګرځول شي.
او که قادر ذات – عزوجل- وغواړي چې له تا څخه د بدۍ مخه ونیسي؛ بدي به تاته نه ښکاره کوي، او یا به بدي ستا لوري ته لاره و نه مومي.
او كه هغه – عزوجل- وغواړي تا له نافرمانۍ څخه وساتي؛ له هغه سره به ستا کرکه پیدا کړي، یا به یې ترلاسه کول درته ستونزمن کړي، یا به تا له هغه څخه لرې کړي، او یا به ته و هڅول شې چې هغه ګناه ترسره کړې مګر دا چې یو څه او یا څوک راشي او له هغه څخه مو منصرف کړي.
نو مونږ څومره اړ یو چې د ځواکمن – عزوجل- دروازه وټکوو!
ابراهیم الخلیل -علیه السلام- خپله کورنۍ خپل رب – عزوجل- ته سپاري او دعا کوي: (فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ) (نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي) [إبراهيم سورت: ایت 37]، نو مکه د وخت په اوږدو کې د زړونو ارمان وګرځیده.
او دا سلیمان -علیه السلام- دعا کوي: (رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) (اې زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه) [الشعراء سورت: ایت 83]، نو الله – عزوجل- هغه لره پیریان تابع کړل.
یونس -علیه السلام- د شپې، سمندر او د کب خېټی په تیارو کې دعا کوي: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاک يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم) [الأنبياء سورت: ایت 87]؛ نو د کب ګیډه د هغه لپاره یوه لوښې جوړ شو.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه یوه دعا دا وه: « اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ؛ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلَا أَقْدِرُ» «اې الله! زه ستا په پوهې سره ستا څخه د خیر غوښتنه کوم، زه ستا په ځواک سره د ځواک غوښتنه کوم، او ستا څخه د مهربانۍ غوښتنه کوم؛ ځکه چې ته توان لرې او زه یې نلرم». [بخاري روایت کړی].
او د الله – جل و علا- قدرت باندې له هر شر او ضرر څخه پناه غوښتل کیږي؛ او دغه دعا کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ناروغ ته ښوودلي دي: «أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ، سَبْعَ مَرَّاتٍ» "زه د الله په عزت او قدرت پناه غواړم د هغه څه له شر څخه چې زه یې مومم، اوه ځلې". [مسلم روایت کړی].
او د الله – عزوجل- دغه قول چې فرمايي: (وَاللَّهُ قَدِيرٌ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [الممتحنة سورت: ایت 7]، په دې کې: اشاره شوې ده چې د هغه –عزوجل- بخښنه او په بندګانو باندې د هغه رحمت د بشپړ ځواک څخه دی، نو هیڅ ګناه د هغه لپاره دومره لویه نه ده چې هغه و نه بخښي، او هیڅ عیب د هغه لپاره دومره لوی نه دی چې هغه پټ نکړي، او هیڅ رحمت نشته چې هغه و نه لیږدوي.
نو ټول داسې ندي چې توان او قوت ولري او په هغه چا رحم وکړي او وې بخښي چې هغه باندې برلاسی وي.
او نه هغه څوک چې بخښنه او رحم کوي قدرت لرونکی دی، نو هغه – سبحانه و تعالی- د بشپړتیا توان سره، بیا هم بخښونکی، او ډیر رحم کوونکی دی.
هر څه لپاره اندازه شته:
او الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده) [الطلاق سورت: ایت 3]، څوک چې له خپل رب څخه ووېرېږي او په هغه توکل وکړي؛ نو د الله مرسته د هغه لپاره ځند نه کوي، او د هغه له مهربانۍ څخه نه مایوسه کیږي، او هغه د رحمت څخه نا امیده کیږي؛ خلاصون به ضرور راځي؛ ځکه چې الله – عزوجل- په هر څه قادر دی.
مګر الله - عزوجل - د هرڅه لپاره اندازه ټاکلې ده؛ هغه لپاره ټاکل شوی وخت دی چې هغه نه تجاوز نکوي، او داسې وخت چې له هغه څخه نه تیریږي، نو هرکله چې ټاکل شوې نیټه راشي؛ نو یو ساعت نه ځنډیږي او نه هم مخکې کیږي.
بنده به د یو کار په نه کیدلو باندې نا امیده ویده شي، او کله چې پاڅیږي هغه کار به شوی وي؛ (وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا) (او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى). [الكهف سورت: ایت 45].
د ستونزو لپاره ټاکلی وخت وي او بیا له منځه ځي، او د هغه لپاره یو وخت دی او بیا ځي؛ ځکه چې الله – عزوجل- د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده.
ونه تر هغه وخته پورې ميوه نه نيسي تر څو چې خپل وخت یې نه وي راغلی، او لمر تر هغه وخته پورې نه راخیژي چې وخت يې نه وي راغلی، او حامله ښځه تر هغه وخته پورې زيږون نه کوي چی نیټه یې نه وي راغلې. (قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) (یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده). [الطلاق سورت: ایت 3].
اې الله! موږ ته بخښنه وکړه او پر موږ رحم وکړه؛ تاسو د هر څه کولو توان لرئ.
47
الحَــفِــيظُ (غوره ساتونكى) ذات -جل جلاله-
په "صحیحینو" کې راغلي: چې عامر بن طفيل او اربد بن قيس رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته ورغلل او د هغه د وژلو هڅه يې وکړه؛ نو هغوی ته یې ښیرا (بد دعا) وکړه.
نو عامر بن طفیل؛ د بنو سلول د یوې ښځې په کور کې و چې په ستوني کې یوه غده پیدا شوه، نو پر خپل آس باندې یې خیز کړ، او غشی یې را واخیست، او خپل آس خوا ته نږدې شو او ویې ویل: د اوښ په څیر غده، او د یوې سلولۍ ښځې په کور کې مرګ! نو همدغه یې حال و تر هغه چې له خپل آس څخه په ځمکه مړ پریوت.
او اربد بن قیس؛ هغه له اوښ سره ووتلو ترڅو یې خرڅ کړي، نو الله پر هغه او د هغه په اوښ باندې تندر ولېږه او دواړه یې وسوځول. نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- چا وساته؟! هغه ساتونکی الله دی.
او په خپل کتاب کې فرمايي: (فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى). [يوسف سورت: ایت 64].
زموږ رب – سبحانه و تعالی- د اسمانونو او ځمکې او هغه څه چې د هغو په منځ کې دي ساتنه کوي، او د هغو دوام د هغه په قدرت سره ترسره دی، او هغوی نه له منځه ځي او نه لرې کیږي، او هغوی حمل کول هغه نشي عاجزولی؛ ځکه چې هغه د بشپړ قدرت او ځواک څښتن دی، آیا تا د هغه – سبحانه و تعالی- وینا ندي اوریدلې: (۞ إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ) (بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي). [فاطر سورت: ایت 41].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- د خپل مخلوق خیر او شر، پټ او ښكاره، كوچني او ستر کارونه ټول حفظوي، د هغوى خبرې یې شمیرلي دي، او نيتونو باندې پوهه دی؛ نو له هغه څخه هیڅ څیز نه غاېبیږي، (وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ) (او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى). [ق سورت: ایت 4].
او هغه – سبحانه و تعالی- خپل بنده له خطرونو، مصیبتونو، بدو پایلو څخه ساتي، او د هغه لپاره یې له ملایکو څخه ساتونکي نیولي دي او هغوی: یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي، هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) (د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي). [الرعد سورت: ایت 11].
او الله خپل مخلوق په دوه ډوله ساتي:
عمومي، چې هغه: د هغه ساتنه د ټولو مخلوقاتو لپاره ده؛ چې د هغوی لپاره یې د هغوی مصلحتونه اسان کړي دي، هغه – سبحانه و تعالی- فرمایې: (إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ) [هود:57]. (بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى).
او ځانګړې ساتنه - او دا په دواړو ډولونو کې غوره ساتنه ده– او هغه: د هغه ساتنه د خپلو دوستانو لپاره د هغوی په دنیوی مصلحتونو، بدنونو، ماشومانو، او مال کې ده، نو د دوی د ساتنې لپاره یې یو بل پسې راتلونكي (ملايك) ګمارلي دي، او د دوی دين يې له شکونو، شهوتونو، او د دوی د دښمنانو له انسي او جني شيطانانو څخه خوندي کړی، او بيا هغوی په ايمان سره وفاتوي، هغه – سبحانه و تعالی- فرمايلي: (لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ) (د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي). [الرعد سورت: ایت 11].
او زمونږ رب چې د خپل ګران کتاب د ساتنې تضمین یې کړی؛ د عصرونو او زمانو په اوږدو کې له تحريف او بدلون څخه: (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت : ایت 9].
کعبه یې له زوال څخه وژغورله؛ که څه هم دا په یوه نا کرل شوې دره کې د تیږو کور دی؛ تر څو د هغه د ساتنې د عظمت، او د هغه د لوی وړتیا او د هغه د ځواک ګواه پاتې شي.
ستا ملاتړ کوي ..
د قریشو کافران د یو غار په شاوخوا کې راټول شوي چې دوه سړي په کې دي: محمد -صلی الله علیه وسلم - او ابوبکر -صدیق رضی الله عنه - چې غواړي دوی ووژني، نو د ابوبکر -رضي الله عنه- په زړه کې ویره خپره شوه، نو د هغه ستر ملګري ورته وکتل او یې ویل: «مَا ظَنُّكَ بِاثْنَيْنِ اللهُ ثَالِثُهُمَا؟» «د هغو دوو کسانو په اړه ستا څه ګمان دی چې د هغوی دریم الله وي»؟ [بخاري او مسلم روایت کړی]
او که چیرته د ساتنې سترګې تا باندې ولږیږي ... نو ته ویده شه او ټولې وېرې امان دي
هغه ساتونکی دی... !
طاغوتیان او ظالمان اولیاوو ته دسیسې جوړوي؛ او الله د خپلو اولیاوو ساتنه کوي، لکه څرنګه چې موسی -علیه السلام- فرمایي: (رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَن يَطْغَىٰ (45) (اې زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي. قَالَ لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ (46)) (وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم) [طه سورت: ایتونه 45-46]؛ نو الله هغه ته زیری ورکړ، هغه یې وساته، او دښمن باندې یې بریا ورکړه.
نو پر دښمنانو باندې څوک برلاسی دی؟ هغه الله دی د خپلو اولیاوو ساتونکی؛ حتا که د هغوی شمیر لږ هم وي؛ (وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ) (او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (،نو) پر دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره). [الأنفال سورت: ایت 66]، (وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمجن كېږئ، پداسې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ). [آل عمران سورت: ایت 139].
رباني انعام:
ساتونکی – عزوجل- د خپلو اولیاوو د اولاد ساتنه كوي؛ د هغوی په ژوندانه کې او د هغوی د مړینې نه وروسته؛ نو دا یعقوب -علیه السلام- دی، الله تعالی له ډېرو کلونو وروسته خپل محبوب یوسف -علیه السلام- ته ور وګرځاوه، او ویې فرمایل: (فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى). [يوسف سورت: ایت 64].
او د موسى او خضر -عليهما السلام- په خبر كې راغلي، كله چې دوى د يوه كلي خلكو ته ورغلل او د هغه له خلكو څخه يې خواړه وغوښتل؛ هغوی د دوی له میلمه کولو څخه انکار وکړ، نو دوی په هغه کلي کې یو دیوال وموند، نږدې وه چې ړنګ شي، نو خضر -علیه السلام- هغه ودراوه: (وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۚ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ۚ ذَٰلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا) (او پاتې شو دېوال، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښار كې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسيږي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كولاى). [الكهف سورت: ایت 82].
عادل خلیفه عمر بن عبدالعزیز په داسې حال کی وفاتیږي چی اووه زامن او اوه لورګانې یې پرېښودې، او له الله – عزوجل- پرته یې هیڅ شی هغوی ته پرینښوده، نو الله د هغه د اولادونو ساتنه وکړه، علماوو وویل: د هغه زامن په خلکو کې تر ټولو شتمن وو.
یوه ارزښتناکه سپارښتنه:
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ابن عباس -رضي الله عنهما- ته سپارښتنه کوي: «يَا غُلاَمُ! إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ! احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ!» "اې ځوانه! زه تاته یو څو کلمې در زده کوم: د الله حدود او احکام عملي کړه نو الله به ستا ساتنه وکړي! د الله حدود او احکام عملي کړه نو ته به الله ستا په وړاندې ومومي!». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او کله چې محب الدین الطبري – او هغه لوی شافعی امام دی- ته وویل شو: «تاسو په داسې حال کې له کښتۍ څخه ټوپ واچاوه چې ته د ډیر عمر لرونکی یې؟ هغه وویل: - داسې خبره یې وکړه چې په تاریخ کې ثبت شوه-! -: دا د بدن هغه غړي دي چې موږ په ماشومتوب کې د هغی محافظت کړی وو؛ نو الله هغه زموږ لپاره په بوډاتوب کې ساتلې دي». (فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى). [يوسف سورت: ایت 64].
علماء فرمايي: د الله -تعالی- د اوامرو ساتنه د هغه په اطاعت سره وکړه، او د هغه د نواهیو څخه په ډډه کولو سره، او د هغه د حدودو په نه تیریدو سره؛ نو هغه به ستا ځان، دین، مال، اولاد او په هر هغه څه کې چې الله -تعالی- په دې دنیا کې له خپل فضل څخه درکړي، حفاظت کوي، هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ! احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ!» «د الله حدود او احکام عملي کړه نو الله به ستا ساتنه وکړي! د الله حدود او احکام عملي کړه نو ته به الله هر مهال ستا په وړاندې ومومې!». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او په آخرت کې؛ الله هغوی ته د سترې بریا زیری ورکړ او ویې فرمایل: (وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ) (او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي او ته مومنانو ته زېرى وركړه). [التوبة سورت: ایت 112].
او تر کومه حده چې تاسو د الله د حدودو ساتنه کوئ، په هماغه به ددوستۍ اندازه وي، او پدې کې دا شامل دي:
د توحید ساتنه، او د دین د شعائر (اعمالو) ساتنه؛ په ځانګړي توګه لمونځ: (حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَىٰ وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ) (د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخې منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي). [البقرة سورت: ایت 238].
غوږونه، سترګې او زړه یې له حرامو څخه وساتل: (إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا) (بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، په دغو كې د هر یو باره كې به تپوس کیږي). [الإسراء سورت: ایت 36]، (فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ) (نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي). [النساء سورت: ایت 34].
او د فرج (د شهوت ځایونه) ساتل: (وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ) (او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي). [المؤمنون سورت: ایت 5].
او د قسمونو ساتل: (وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ) (او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ). [المائدة سورت: ایت 89].
په صحیح روایت کې راغلي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به دا دعا کوله: «اللَّهُمَّ! احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ مِنْ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي» «اې الله! له وړاندې او وروسته، له ښي او چپ خوا، او د پورته لخوا زما ساتنه وکړه، او ستا لویۍ ته پناه غواړم چې له لاندې خوا څخه ترور نشم». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی]، او کله یې چې غوښتل ویده شي، نو هغه –صلی الله علیه وسلم- له الله څخه د ساتنې غوښتنه کوله.
زیری..
کله چې یو نیک بنده یو څه الله ته وسپاري، هغه به یې ساتنه وکړي؛ څرنګه چې روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ابوهریره -رضي الله عنه- ته وفرمایل: «أَسْتَوْدِعُكَ اللهَ الَّذِي لَا تَضِيعُ وَدَائِعُهُ» "زه تا الله ته سپارم، هغه چې امانتونه یې هیڅکله نه ضایع کیږي". [ صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
په بل حدیث کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ إِذَا اسْتُودِعَ شَيْئًا حَفِظَهُ» " کله چې یو څه الله ته وسپارل شي، د هغه ساتنه کوي". صحیح حدیث دی. بیهقي په سنن الکبری کې روایت کړی دی.
څومره غوره ده چې خپلو اولادونو ته دې د پناه غوښتنه وکړې لکه څرنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کول؛ حسن او حسین -رضي الله عنهما- ته به یې د پناه غوښتنه کوله - او کله چې دې هغوی الله ته وسپارل پدې معنا چې ساتونکي ذات –سبحانه و تعالی- ته دې سپارلي دي؛ (فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى). [يوسف سورت: ایت 64].
اې الله! مونږ خپل ځان، خپل مور او پلار، خپل اولاد او هر هغه نعمت چې تا موږ ته راکړی دی تا ته سپارو.
48
الغَــنِــيُّ(بې نیازه) ذات -جل جلاله-
په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل: «بَيْنَا أَيُّوبُ يَغْتَسِلُ عُرْيَانًا، فَخَرَّ عَلَيْهِ جَرَادٌ مِنْ ذَهَبٍ؛ فَجَعَلَ أَيُّوبُ يَحْتَثِي فِي ثَوْبِهِ. "پداسې حال کې چې ایوب بربنډ غسل کاوه، د سرو زرو ملخان ورباندې راولوېدل؛ نو ایوب شروع شو چې په خپلو جامو کې یې راټولول.
او د هغه رب ورته غږ وکړ: اې ایوبه! ایا ته ما نه وې مالداره کړی د دې څه نه چې ته یې وېنې؟ ویې ويل: ولې نه ستا په عزت مې دې قسم وي! مګر ستاسو له برکت څخه زه بې نېازه پاتي کېدلی نشم».
شاید یو انسان ته مال ورکړل شي، املاک ورکړل شي، اولادونه ورکړل شي، د منزلت خاوند شي، یا لوی مقام تر لاسه کړي، او لوړه درجه ترلاسه کړي، پراخه رهبري یا ځواکمنه رهبري ترلاسه کړي.. کیدای شي نوکران د هغه شا او خوا را تاو وي، سرتیرو احاطه کړی وي، او لښکر د هغه ساتنه وکړي ، خلک هغه ته تابع وي، سرونه ورته ښکته وي، او خلک یې تابع وي ...
ددې هر څه باوجود -دا ټول- هر یو الله –جل و علا- ته محتاجه دي: (۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى). [فاطر سورت: ایت 15].
او زموږ رب – عزوجل- بې حاجته دی؛ هغه ذات چې له هغه پرته څوک بې نیازه نشي پاتې کیدلی، او ټول هغه لره بې وزله او اړمن دي.
زموږ رب په خپل ذات، صفات او واک کې بې حاجته دی، په خپله بډاینه کې بشپړ دی، نو هیچا ته اړتیا نلري.
او زمونږ د رب له کمالاتو څخه: دا چې د اطاعت کوونکي اطاعت ورته ګټه نه رسوي او نه د نافرمانو نافرماني هغه ته زیان رسوي؛ که ټوله نړۍ هم کافران شي! هغه - عزوجل - وفرمایل: (وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ) (او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى). [آل عمران سورت: ایت 97].
او د هغه د بډایتوب له کمال څخه: دا دي چې هغه د خپلو بندګانو خیر غواړي، او له هغوی څخه شر لرې کوي؛ دا کار نکوي مګر د مهربانۍ او احسان له مخې. (وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ) (او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى). [الأنعام سورت: ایت 133].
او د هغه د بډاینې له کمال څخه: دا دي چې هغه له نیمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی، او هر هغه څه چې د هغه د بډاینې سره په ټکر کې وي، نو نه یې ځان لپاره ښځه او نه یې زوی نیولی، نه یې په بادشاهۍ کې شریک لري، او نه یې د ذلت له مخې ځان لپاره دوست نیولی، او د هغه سره هیڅوک سیال ندی، زموږ رب – عزوجل- فرمایي: (وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا) (او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله). [الإسراء سورت: ایت 111].
او د هغه د بډایتوب او سخاوت له کمال څخه: دا دي چې هغه خپلو بندګانو ته د هغه د رابللو امر کوي او د دوی دعاګانو ته د قبولتیا ژمنه کوي: (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60]، او په صحیح روایت کې راغلي دی چې هغه - عليه الصلاة والسلام - وفرمایل: «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللهِ -عز وجل- مِنَ الدُّعَاء» "د الله – عزوجل- په نیز له دعا څخه بل څه د قدر وړ نشته". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
ټوله نړۍ الله لره اړمن دي ..
ټوله نړۍ؛ پیریان او انسانان، بډایه او فقیران، زاړه او ځوانان، د دوی حاکم او ټیټ خلک، ځواکمن او کمزوري: دوی ټول الله لره اړمن دي، او په هر ساعت کې هغه ته اړتیا لري.
او د الله له سخاوت څخه: دا چې هغه خپل نوم (الغني) یې له خپل (الرحمة) صفت سره یو ځاي کړی دی، د هغه – سبحانه و تعالی- پدې قول کې: (وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ) (او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى). [الأنعام سورت: ایت 133]؛ دا د دې لپاره چې بندګانو ته ووایي چې: هغه د دوی له عبادت څخه مستغني دی، او د دې سره سره په هر څه کې پر دوی رحم کوي. حتی په عبادتونو او مکلفیتونو کې، او د هغه له رحمت څخه: دا چې هغه لږ قبلوي او په ډیرو یې شمیري.
د هغه له سخاوت څخه دا هم دي چې خپل نوم (الغني) یې له خپل نوم (الحمید) سره یوځای کړی، الله – سبحانه و تعالی- فرمايي: (وَقَالَ مُوسَىٰ إِن تَكْفُرُوا أَنتُمْ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ) (او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى). [إبراهيم سورت: ایت 8]، پدې معنا چې: ډیر د ستاینې وړ دی؛ د خپلو سترو نعمتونو په لرلو سره.
نو ټول ورته اړتیا لري؛ په هر کوچني او لوی، او په هر ساعت او هره ثانیه کې.
او دا تر ټولو کامل مخلوق په بندګۍ کې خپل رب ته دعا کوي، او هغه ته د خپلې بې وزلۍ او اړتیا څرګندونه کوي، او د سترګو د رپیدو په اندازه هم له هغه څخه بی نیازه نشي پاتی کیدلی، نو د هغه - عليه الصلاة والسلام- له دعاوو څخه دي: «أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ» "زما ټول کارونه زما لپاره سم کړه، او ما د سترګو د رپیدو په اندازه هم ځان ته مه پریږده". [صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی].
ته په هر ساعت کې بې نیازه ذات ته اړتیا لرې، څومره چې خپله فقر هغه ته وښیې، نو په هماغه پیمانه به بدله درکړي.
او په یاد ولره: چې الله غني دی، او د هغه بډاینه ذاتی ده، حتا که د اسمانونو او ځمکې خلک وغواړي او هر یو ته د هغه غوښتنه ورکړی شي، نو د هغه په بادشاهۍ کې به هیڅ کموالی رانشي. په «صحیح مسلم» کې راغلي دي: «لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ، فَسَأَلُونِي؛ فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ المِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ البَحْرَ». "که ستاسو لومړي او وروستي، انسانان او پیریان، پر یوې غونډۍ پورته شي، او زما څخه وغواړي؛ نو زه هر انسان ته د هغه غوښتنه ورکړم، دا د هغه څه څخه نه کمیږي چې زه یې لرم، مګر په دومره اندازه لکه د سمندر څخه چې څه کم شي کله چې ستنه ورننویستل شي".
د بې نیازۍ چابي:
زه څنګه بې نیازۍ ته ورسیږم؟
ځواب: لکه څنګه چې په قدسي حدیث کې راغلي: «ابْنَ آدَمَ! تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِي أَمْلَأْ قَلْبَكَ غِنًى، وَامْلَأْ يَدَيْكَ رِزْقًا. "اې د آدم اولاده! خپل ځان زما عبادت ته وقف کړه، زه به ستا زړه په مالدارۍ او ستا لاسونه په رزق سره ډک کړم.
اې د آدم اولاده! زما څخه مه لرې کیږه، بیا به زه ستا زړه له بې وزلۍ، او ستا لاسونه به له کار څخه ډک کړم». [صحیح حدیث دی. حاکم په مستدرک کې روایت کړی دی].
نو کله چې زړه په الله - عزوجل - بې حاجته شي، او هغه باندې قناعت وکړي، او په هغه څه خوشحاله شي چې الله ورته ورکړی وي؛ هغه به د خپل خالق په واسطه له ټول مخلوق څخه بې نیازه شي، د خپل رزق په واسطه تر ټولو به باعزت مخلوق وي، او د خپل مالک په واسطه به تر ټولو پیاوړی ضعیف وي، نو دا بې نیازي پرته له مال، او ځواک پرته له واک، او عزت پرته له قبیلې څخه دی، نو څومره ستره بې حاجتي ده؛ او څومره د ارزښت وړ ده!
په صحیح حدیث کې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ أَسْلَمَ، وَرُزِقَ كَفَافًا، وَقَنَّعَهُ اللهُ بِمَا آتَاهُ» "چا چې اسلام قبول کړ، کامياب شو، هغه ته کفایت ورکړل شو، او الله په هغه څه راضي کړ چې هغه ورته ورکړي". [مسلم روایت کړی].
که انسان د ټولې دنیا مالک هم شي هغه به موړ نشي؛ تر څو چې په زړه کې مالداري نه وي، او لکه څرنګه چې په "صحیح ابن حبان" کې راغلي: رسول الله - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «يَا أَبَا ذَرٍّ! أَتَرَى كَثْرَةَ المَالِ هِيَ الغِنَى؟ إِنَّمَا الغِنَى غِنَى القَلْبِ وَالفَقْرُ فَقْرُ القَلْبِ» «اې ابوذره! ایا ته فکر کوې چې د مال ډیر والی مالدراي ده؟ بلکې مالداري د زړه مالدراي ده او فقر د زړه فقر دی». [صحیح حدیث دی]
څوک چې د زړه بډاينه ولري؛ هغه ته به هیڅ ضرر نه رسيږي چې په دنيا کې ورسره مخامخ کيږي، او د چا چې په زړه کې فقر وي؛ نو د نړۍ ډیر شیان یې هم نشي بډایه کولی، په صحیح حدیث کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «وَارْضَ بِمَا قَسَمَ اللهُ لَكَ تَكُنْ أَغْنَى النَّاسِ» "په هغه څه راضي شه چې الله درته تقسیم کړی وي، نو ته به تر ټولو بډایه اوسې". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او په بل حدیث کې راغلي: «وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللهُ» «او څوک چې له سوال کولو څخه ځان وساتي الله تعالی به یې د خلکو د سوال کولو نه وساتي، او څوک چې له خلکو څخه ځان بې نیازه وګڼي، الله به یې بډایه کړي». [بخاري او مسلم روایت کړي].
نفس د غریب کیدلو څخه ویره لري
فقر تر هغې مالدارۍ غوره دی چې انسان سرکښه کوي
او د نفس بې حاجتي کافي ده او که
انکار وکړي، نو ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي د هغې لپاره به بسنه ونکړي
نو په اسلام کې شتمن هغه څوک دی: څوک چې په زړه کې له خلکو څخه شتمن وي، او الله –سبحانه و تعالی- ته فقیر وي، هغه –صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «شَرَفُ المُؤْمِنِ صَلَاتُهُ بِاللَّيْلِ، وَعِزُّهُ: اسْتِغْنَاؤُهُ عَمَّا فِي أَيْدِي النَّاسٍ» "د شپې لمونځ مؤمن لپاره شرف دی، او د هغه عزت: شتمن اوسیدل له هغه څه څخه چې د خلکو په لاس کې دي". [حسن حدیث دی. حاکم روایت کړی].
او کله چې اعرابي ته وویل شو: یوه ډوډۍ په یو دینار شوه!
هغه ځواب ورکړ: په الله قسم! زه یې په کیسه کې نه یم؛ حتا که د غنمو یوه دانه په دینار هم شي! زه د الله عبادت کوم لکه څرنګه چې هغه ماته امر کړی دی او هغه ماته روزي راکوي لکه څرنګه چې هغه ما سره ژمنه کړې ده!
نسفي -رحمه الله- فرمايي: واسطي ويلي دي: «هغه څوک چې الله باندې ځان بې نیازه کړي هیڅکله به بل چاته محتاج نشي، او څوک چې د الله په واسطه عزتمن او غالب شي هغه به هیڅکله نه ذليل کيږي؛ او حسين ویلي: په هره پیمانه چې بنده الله ته ځان محتاج کړي، په هماغه پیمانه به په الله باندې غني او بې نیازه وي».
یو حکیم ویلي: "یو سړی به ماسره جفا وکړي، نو کله چې له هغه څخه په الله باندې خپله شتمنتیا په یاد راولم، زما په ځیګر کې یخ والی پیدا کیږي".
ابن سعدي -رحمه الله- فرمايي: " شتمني د زړه شتمني ده، څومره خلک دي چې شتمن وي خو زړه به یې فقیر او پښیمانه به وي؟"
زه د خپل ځواک، ټول عمر او قوت څخه بې زاره یم
او زه خپل مالک ته په خورا فقر کې یم
د انسان شتمني پر رحمان ذات باندې له شتمنۍ څخه زیاته شتمني ده
په دې سره د هیبت او عزت جامې اغوستل کیږي
اې الله! مخکې له دې چې مونږ یې له تا څخه وغواړو تا مونږ ته هر څه راکړي؛ نو که مونږ یې له تا څخه وغواړو څنګه به وي؟!
اې الله! مونږ خپل ځانته په اړمنېدلو سره شتمن کړه، او مونږ مه بې وسې کوه چې ستا څخه بې نیازه شو؛ یقینا چې ته بې نیاز یې، له تا پرته بل الله نشته.
اې الله! ستا له حرامو څخه مونږ په حلالو شتمن کړه، او ستا په فضل مو له تا پرته له نورو مستغني کړه.
49 - 50
الحَكَمُ الحَكِـيمُ (د مخلوقاتو مطلق حاکم، د لوی حکمت خاوند) ذات -جل جلاله-
په سنن نسائي کي د هاني څخه روايت دی چي کله رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته یو پلاوی راغی نو له هغه (پلاوي) څخه یې واوريدل، چې هغوی به هاني په: ابا الحکم کنیې سره یاداوه؛ نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- راوغوښت او ویې فرمایل: «إِنَّ اللهَ هُوَ الحَكَمُ، وَإِلَيْهِ الحُكْمُ، فَلِمَ تُكْنَّى أَبَا الحَكَمِ؟»، فقال: إن قومي إذا اختلفوا في شيء أتوني، فحكمت بينهم؛ فرضي كلا الفريقين؛ فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- : «مَا أَحْسَنَ مِنْ هَذَا! فَمَا لَكَ مِنَ الوَلَدِ؟» قال: لي شريح، ومسلم، وعبد الله، قال: «فَمَنْ أَكْبَرُهُمْ؟»، قلت: شريح، قال: «فَأَنْتَ أَبُو شُرَيْحٍ» الله الحکم دی، او ټول حکم هغه لره دی، نو تا ولې خپل ځان باندې ابا الحکم نوم ایښی دی؟ هغه وویل: هر کله چې زما قوم کې اختلاف پیدا شي نو هغوی ما ته راځي، زه د هغوی په منځ کې فیصله کوم؛ نو دواړه خواویې راضي کیږي؛ نو رسول الله – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: " دا څومره ښه خبره ده! آیا ته زوی لرې؟" ويې ويل: زه شریح، مسلم او عبدالله لرم، ويې ويل: په دوی کې تر ټولو لوى څوک دى؟ ما ويل: شریح، هغه وفرمایل: ته ابو شريح يې". [صحیح حدیث دی]
زمونږ د رب – عزوجل- له نومونو څخه: الحکم او الحکیم (د مخلوقاتو مطلق حاکم، د لوی حکمت خاوند) دی، الله – سبحانه و تعالی- فرمایي: (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (نشته دی هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى). [آل عمران سورت: ایت 6]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل- : (أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ) (د حكم (او فيصلې كولو) ټول اختيار خاص د هغه دى، او هغه تر ټولو ژر حساب كوونكى دى) [الأنعام سورت: ایت 62].
«الحکیم دوه معناوې لري:
لومړی: هغه څوک چې ټول شیان یې محکم او مکمل کړي وي، او الله –تبارک و تعالی– حکیم دی؛ ځکه چې هغه په خپلو خبرو او کارونو کې تر ټولو ماهر او محکم دی؛ د هغه خبرې او عمل ټول سم دي، اوچت کمال ته رسېدلي دي.
او په هغه کې مهارت شتون لري چې د حکمت هدف دی: دا دی چې هر څیز یې په خپل ځای کې ایښی دی؛ او خپل مخلوق یې په غوره توګه اداره کړی، او خپل مخلوق یې په غوره توګه جوړ کړی، نو د هغه په اداره کولو او ارزونو کې هیڅ عیب نه راځي، او د هغه په کار کې هیڅ ډول کموالی او نیمګړتیا نه پیدا کیږي، او د هغه په کار کې هیڅ ډول تیروتنه او خطا شتون نلري، او الله – تبارک و تعالی- رښتیا ویلي دي: (صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ) [(وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى]. [النمل سورت : ایت 88].
او لکه څنګه چې هغه خپل مخلوق مضبوط کړی د خپل کتاب –چې هغه قران کریم- دی ایتونه یې هم مضبوطې کړې دي؛ هغه –جل جلاله– فرمایلي دي: (فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ) (نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [الحج سورت: ایت 52]، او خپل کتاب یې په حکمت لرونكي کتاب باندې وصف کړی: (تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ) (دغه د حكمت لرونكي كتاب ایتونه دي). [لقمان سورت: ایت 2].
د الحکیم دویمه معنا: دا ده چې هغه –تبارک و تعالی- د خپلو بندګانو په منځ کې قضاوت کوونکی او حاکم دی، نو الله -عزوجل- د خپلو بندګانو په منځ کې قاضي او حاکم دی، یعنې: هغه د خپلو بندګانو تر منځ قضاوت کوي، او د خپل قانون او شریعت له مخې د هغوی تر منځ فیصله کوي.
او ځان یې په پریکړې کولو سره ځانګړی کړی؛ نو د هیچا لپاره جواز نلري چې د هغه څه څخه سرغړونه وکړي، چې هغه د ځان لپاره ځانګړی کړی، ځکه چې الله - عزوجل - فرمایلي دي: (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ) (حكم (د فيصلې اختيار) يوازې له الله سره دى، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى). [الأنعام سورت: ایت 57]، او الله -عز وجل- فرمایي-: (أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ) (د حكم (او فيصلې كولو) ټول اختيار خاص د هغه دى، او هغه تر ټولو ژر حساب كوونكى دى). [الأنعام سورت: ایت 62]".
او الله د قاضي او حاکم په توګه غوره کول د هغه د کتاب او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- د سنتو په تحکیم سره کیږي هر کله چې اختلاف پیدا شي؛ الله فرمایي: (وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ) (او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده). [الشورى سورت: ایت 10].
هغه یوازې الله –عزوجل- دی چې د خپلو بندګانو په منځ کې د قضاوت وړ دی؛ ځکه چې هغه د دوی رب، خالق او معبود دی. (أَفَغَيْرَ اللَّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا) (ایا نو زه له الله نه سِوا بل كوم حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې همغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى). [الأنعام سورت: ایت 114].
او زمونږ رب تر ټولو ډېر ښه حکم او فیصله کونکی دی، ځكه هغه –تبارک و تعالی- په هر څه پوهېږي، او د هرې مسئلې لپاره مناسب حكم وركوي؛ الله – عزوجل- فرمايي: (وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ) (او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحې کیږي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى). [يونس سورت: ایت 109].
مؤمن تر هغه وخته مؤمن نه دی چې تر څو د الله -تعالی- شریعت ته غاړه کې نه ږدي، او په هغه کې چې هر څه راغلي وي ورته تسلیم نشي، الله – تبارک و تعالی- وفرمایل: (فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) (پس داسې نه ده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني). [النساء سورت: ایت 65].
او هغه امت چې د اسلام دعوه کوي هغوی لره بریا نشته ترڅو چې د الله شریعت خپل قانون جوړ کړي.
د حکمت والا ذات جایزه ..
او چا ته چې حکمت ورکړل شو، نو ډېر خیر ورکړل شوی دی، او الله له خپلو بندګانو څخه چا ته چې وغواړي حکمت ورکوي. (وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ) (او یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و). [لقمان سورت: ایت 12]، او ټولو پیغمبرانو ته حکمت ورکړل شوی وو او هغه کې پر یو بل باندې برتری ورکړی شوی وه.
په صحیحینو کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «كَانَتِ امْرَأَتَانِ مَعَهُمَا ابْنَاهُمَا، جَاءَ الذِّئْبُ فَذَهَبَ بِابْنِ إِحْدَاهُمَا، فَقَالَتْ لِصَاحِبَتِهَا: إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ، وَقَالَتِ الأُخْرَى: إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ. "دوه ښځې وې چې هرې یوې سره د هغې زوی هم و، لیوه راغی او د یوې زوی یې له ځان سره یوړ، نو یوې یې بلې ته وییل: لیوه ستا زوی یې له ځانه سره یوړ، هغې بلې وویل ستا زوی یې یوړ.
فَتَحَاكَمَتَا إِلَى دَاوُدَ -عليه السلام- ؛ فَقَضَى بِهِ لِلْكُبْرَى، فَخَرَجَتَا عَلَى سُلَيْمَانَ ابْنِ دَاوُدَ -عليهما السلام- فَأَخْبَرَتَاهُ؛ فَقَالَ: ائْتُونِي بِالسِّكِّينِ أَشُقُّهُ بَيْنَهُمَا. نو هغوی دواړو د فیصلې لپاره داود -علیه السلام- ته ورغللې؛ نو هغه پرې د مشرې لپاره فیصله وکړه، نو هغوی دواړه سلیمان بن داود -علیهما السلام- ته لاړلې او کیسه یې بیانه کړه؛ هغه وویل: ماته یو چاقو راوړئ چې ستاسو تر منځ یې دوه ټوټې کړم.
فَقَالَتِ الصُّغْرَى: لاَ تَفْعَلْ -يَرْحَمُكَ اللهُ!- هُوَ ابْنُهَا؛ فَقَضَى بِهِ لِلصُّغْرَى». نو کشرې وويل: داسې مه کوه -الله دې په تا رحم وکړي- هغه د هغې زوی دی؛ نو هغه کشرې ښځې لپاره فیصله وکړه».
ډاډه اوسه!
او په یاد ولره: چې الله لوی حکمت لري؛ هغه پرته له حکمت څخه نه ورکوي، او پرته له حکمت څخه نه منع کوي، او هغه څه چې الله یې ستا لپاره غوره کوي ستا له غوره کولو څخه ښه دی، (وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا) او هغه پر مومنانو ډېر مهربان دى. [الأحزاب سورت: ایت 43].
سفیان الثوري وویل: «د هغه منع کول ورکړه ده؛ او دا ځکه چې هغه د بخل او کموالي له مخې نه منع کوي؛ بلکې د بنده خیر ته په کتلو سره د خپل اختیار او ښه نظر له مخې یې له هغه څخه منع کوي». تاسو ممکن ته هغه څه وغواړي چې پایله یې د ستایلو نه وي، او ممکن هغه کې ستا مرګ وي!
ابن مسعود -رضي الله عنه- فرمايي: «بنده به د تجارت او رهبرۍ د تر لاسه کولو په لټه کې شي ترڅو چې هغه لاس ته راوړي، نو الله به ورته وګوري؛ او ملاېکو ته به ووايي: دغه کار له هغه څخه لرې کړئ، ځکه چې که دغه کار ورته اسانه کړم، نو هغه به اور ته داخل کړم؛ نو الله به هغه کار له هغه څخه لرې کړي، او هغه به په وړاند وینو پیل وکړي او وایي به چې: فلانی له ما څخه مخکې شو، فلاني له ما څخه یې واخیست، هغه نه ورکول نه وو مګر د الله- عزوجل- فضل او احسان وو».
له ځینو سلفو څخه روایت دي چې یو سړي د الله څخه د جهاد غوښتنه کوله، په خوب کې یې یو اواز واورېد: "که ته جهاد وکړې، ته به ونیول شي، او که ته ونیول شې، ته به نصراني شې!". (وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ) (او الله ښه پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ). [البقرة سورت: ایت 216] .
هغه برکت والا دی، ځکه چې هغه الله جل جلاله دی ... هغه سخي، کریم او بشپړ دی مثال یې نشي ورکول کېدلی
او هغه د خپل قضاوت په واسطه څه چې وغواړي پریکړه کوي ... زغمونکی ذات دی، او د هیڅ شي د تیریدلو څخه ویره نلري چې عجله وکړي
ځان وساته!
بیا هم ځان وساته د دې نه چې په الله باندې بد ګوماني وکړې کله چې حکمت له تا څخه پټ وي، او خپل ځان ته جهل منسوب کړه! ځکه چې عقلونه د هغه د حکمت په مطالعه کې نیمګړي دي، ملاېکې -الله ته د دوی نږدېوالي او د هغه د عظمت او ځواک په پوهیدو سره هم- ځمکې ته د ادم په راښکته کېدلو کې د هغه حکمت باندې پوهې نه شوې؛ نو هغوی وویل: (أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) (ايا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ). [البقرة سورت: ایت 30].
له الله سره خاموش اوسه کله چې د هغه تقدیر او عمل راشي؛ تر څو تا ته خپلې ډیرې مهربانۍ ښکاره کړي.
عمر -رضي الله عنه- وفرمایل: "که مونږ ته له غیب څخه پرده پورته شي، نو هیچا به له مونږ څخه د ځان لپاره کوم شی نه وي غوره کړی مګر هغه چې الله تعالی ورته غوره کړی دی".
د حدیبیې په سوله کې عمر -رضي الله عنه- رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ ويې ویيل: ای د الله رسوله ! ألسنا على حق وهم على باطل؟! آیا مونږ پر حق او هغوی پر باطل ندي؟!
قال: «بَلَى». هغه وویل: ولې نه.
قال: أليس قتلانا في الجنة وقتلاهم في النار؟! ويې ويل: آيا زموږ مړي په جنت کې او د هغوی مړي په دوزخ کې ندي؟!
قال: «بَلَى». هغه وویل: ولې نه.
قال: ففيم نعطي الدنية في ديننا ونرجع ولما يحكم الله بيننا وبينهم؟! ويې ويل: نو ولې مونږ په خپل دين کې کموالی راولو او بېرته وګرځو، او لا تراوسه الله زمونږ او د دوى ترمنځ فيصله نه ده کړې؟!
فقال: نو هغه وویل: «يَا ابْنَ الخَطَّابِ! إِنِّي رَسُولُ اللهِ، وَلَنْ يُضَيِّعَنِي اللهُ أَبَدًا»؛ فأنزل الله سورة (الفتح)، فعلم الناس أن الصلح: فتح. "اې د خطاب زویه! زه د الله رسول یم او الله به هیڅکله ما ضایع نه کړي. بیا الله د الفتح سورت نازل کړ، بیا خلک پوه شول چې سوله: فتحه او بریا ده. [بخاري او مسلم روایت کړی].
قلمونه پورته شوي دي، او صحیفې وچې شوي دي، او پریکړه شوې ده، او اندازې لیکل شوي دي؛ (قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، همغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي). [التوبة سورت: ایت 51].
او الله له ټولو رحم کوونکو څخه ډیر رحم کوونکی دی، او هغه تر ټولو ښه قضاوت کوونکی دی؛ د چټکې آرامۍ او خلاصون زیري په تمه اوسه؛ له اوښکو وروسته موسکا ده، له وېرې وروسته آرامي ده، او له وېرې وروسته سکون دی، خو ته یوازې له الله څخه ووېرېږه.
آلوسي ویلي: "څوک چې له الله –سبحانه و تعالی- څخه ووېرېږي، د هغه له زړه څخه به د حکمت چينې وبهېږي، او د هغه د تقوا له مخې به هغه ته دقیق رازونه راڅرګند شي". (وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) (او له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ). [آل عمران سورت:130 و200 ایتونه].
اې د حكمت څښتنه! موږ ته د خپل حکمت دروازې خلاصې کړه، او په هغه څه مو راضي كړه چې تا مونږ ته ویشلي دي؛ ته په هر څه پوه او د حكمت څښتن يې.
51
اللَّـطـِـيـفُ (په بارکیو پوه) ذات -جل جلاله-
مونږ د الله –جل و علا- د : (اللطیف -جلا جلاله-) له نوم سره تم کیږو؛ د هغه له رڼاګانو څخه برخمن کیږو او د هغه له سیوري څخه برخمن کیږو:
هغه –سبحانه و تعالی- فرمایي: (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) (بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [يوسف سورت: ايت 100].
او الله -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (سترګې د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ايت 103].
او لطف په لغت کې: نیکۍ، ښه راغلاست، عزت، مهربانۍ او دقیقو کارونو باندې پوهې ته وایي.
هر کله چې عمل کې مهرباني او لطف کې ادراک یوځای شي، د اللَّـطـِـيـف (په بارکیو پوه) معنا بشپړیږي.
زمونږ رب – جل و علا– په بارکیو پوه دی؛ هغه څوک چې له هغه څخه بل هیڅ څوک لطیف او په باریکیو پوه ندی؛ خپلو بندګانو باندې مهربان دی؛ پر ګناه باندې سمدستي عذاب نه ورکوي، هغه څخه څیز پټ نه پاتې کیږي؛ که هر څومره دقیق، باریک، او کوچنی وي.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات چې پر خپلو بندګانو مهربان او هغوی باندې احسان کوونکی دى له هغه ځايه پر دوى مهربان دى چې دوی نه پوهېږي. (اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ) (الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي). [الشورى سورت: ایت 19]، او هغه؛ هغه ذات دی چې دوی ته یې له هغه ځایه څخه روزي چمتو کړې چې د هغوی تمه نه کیدله.
او زموږ رب – سبحانه وتعالی- هغه ذات دى، چې نه په حواسو سره راګېرېږي، او نه په سترګو ليدل كېږي: (لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (سترګې د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
الله هغوی ته له بسنې څخه ډیر ورکړ، او د هغوی د ځواک څخه یې په لږ څیز مکلف کړل، او د هغوی لپاره یې په لنډ وخت کې خوښیو ته د رسیدلو اسانتیاوې برابرې کړلې: (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ) (بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي). [يوسف سورت: ایت 100].
او هغه پر خپل بنده مهربانه دی ... او د هغه په وصف کې نرمي په دوه ډوله ده ... په خپلې پوهې سره د څیزونو رازونه درک کوي ... او مهربانۍ د نیکیو په ځايونو کې
ترڅو تا ته خپل عزت او مهربانۍ ښکاره کړي ... او بنده له دې عالي شان کار څخه غافل دی
هغه په بارکیو پوه دی:
ستا مهربان او په بارکیو پوه رب – تبارک و تعالی-؛ تا ته خپل احسان په نرمۍ مهربانۍ سره دررسوي، او هغه ستا په حالت ستا څخه ښه پوه دی، او ستا څخه تا باندې ډیر مهربان دی.
نو كله چې په باریکیو پوه ذات –جل و علا- وغواړي چې پر تا رحم وكړي؛ نو ستا نفس لره د ايمان رڼا درلېږی؛ نو ستا سینه به د هغې په رڼا سره ځلیږي، د بد کاریو او فتنو څخه به نفرت کوي، د نافرمانیو څخه به ډډه کوي، (وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
نو كله چې په باریکیو پوه ذات – جل و علا- وغواړي چې تا سره مرسته وکړي داسې څیز باندې به امر وکړي چې معمولا دغه کار له اسبابو څخه نه وي؛ نو دا به ستا د بریا تر ټولو ستر لامل وګرځي؛ واقعا چې هغه: (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) ( ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
كله چې په باریکیو پوه ذات –جل و علا- غواړي چې تا ته شفا درکړي؛ ستا د شفا لپاره به یو عجیب سبب درولیږي، او شاید ترټولو ضعیف سبب وي؛ (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
هرکله چې په باریکیو پوه ذات – تبارک و تعالی - غواړي چې تاسو ته روزي درکړي؛ کارونه به اسانه کړي چې ممکن ستا څخه پټ وي، مګر الله هغې باندې پوه دی، ممکن یو فقیر انسان تا ته واستوي او ته هغه لپاره یو څه ورکړې، او هغه ستا لپاره دعا وکړي؛ نو د هغه دعا لپاره د اسمان دروازې پرانستل شي، او تا ته روزي در واستول شي، او هغه څه ترسره کیږي چې د هغه اراده وي، او ته د هغه درک نشي کولی؛ چې هغه : (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
ایا د هغه د ملاقات شوق نه درځي؟!
که بنده پوه شي چې په باریکیو پوهه ذات د هغه لپاره څه تدبیر نیسي؛ د هغه ملاقات لپاره به یې زړه اوبه شي.
په څومره ناروغیو به اخته کیدلې نو هغه یې له تا څخه لرې کړې...!
څومره مصیبتونه به ستا خوا ته راغلي وي او هغه به یې ستا څخه ګرځولي وي ...!
څومره پورونه به یې پرې کړي وي...!
او څومره غمونه به یې خلاص کړي وي...!
ستا د ځواک یا قوت په واسطه نه، مګر د هغه په مهربانۍ او سخاوت سره!
که خلک د پادشاهانو دروازې ټکوي؛ ته د لوی پادشاه دروازه وټکوه.
او که هغوی د امیر دروازې ته ودریږي؛ نو ته د مهربان الله دروازې ته ودریږه.
او که ناروغي تا ته ورسیږي، او پور تا باندې بار شي، او غایب پسې غمجن شې، او ماشوم باندې وویریږي، او بې وزلي مو ستړي کړي؛ نو په یاد ولره چې هغه : (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
ځکه هغه هغه څوک دی چې د خلاصون کیلیانې ورسره دي، او خزانې یې ډکې دي، او شپه او ورځ د الله په لاس کې دي. (وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُ) (او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي). [الحجر سورت: ایت 21].
خوښي له هغه سره ده، امنیت له هغه سره دی، راحت له هغه سره دی، قناعت له هغه سره دی، شفا له هغه سره ده، او د هغه په لاس کې د هر څه پادچاهي ده، او هغه پر هر څه واک لري.
نو ته د هیڅ څه اندیښنه مه کوه کچیرې ته له الله –تبارک و تعالی- سره اوسې؛ كه څه هم د دنيا کړاونه تا باندې زيات شي، نو پوهه شه چې دغه کړاونه به تا لوړ مقام ته ورسوي؛ لکه څرنګه یې چې یوسف -علیه السلام - ورساوه.
ستا له ژوند څخه که څومره شیان پناه (ورک) شي او ته به فکر کوې چې هغه به ستا د خوښۍ لامل و، ډاډ ه اوسه چې الله هغه شیان له تا څخه لرې کړي دي مخکې لدې چې ستا د بدبختۍ لامل شي.
د خوښۍ چابې:
او که غواړې چې د مهربان الله – عزوجل- په ملتیا کې اوسې؛ نو د هغه په شريعت خوشحاله اوسه، د هغه په نعمت شکر وباسه، د هغه په پادشاهۍ کې فکر وکړه، د هغه په یاد کې خوشحاله اوسه، د هغه له ویناوو څخه خوند واخله، هغه د رب په توګه، او د هغه کتاب د لارښود په توګه، او د هغه پیغمبر د رسول په توګه ومنه.
د الله – تبارک و تعالی- ملتیا له سبب پرته نه راځي، او لاس ته نه راځي پرته له ستړيا څخه، نو په هغه وخت کې به ستا په زړه کې اُنس او صمیمیت پیدا شي، او ستا اندیښنې به له منځه لاړې شي، د ژوند ستړیاوې او د دنیا مصیبتونه به هیرې کړې.
په باریکیو پوه ذات لپاره تواضع وکړه!
زموږ رب (په باریکیو پوه) مهرباني خوښوي، او له تاسره مینه کوي کچیرته له مخلوق سره په مهربانۍ او رحم چلند وکړې.
له هغه صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي: «أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِمَنْ يَحْرُمُ عَلَى النَّار -أَوْ بِمَنْ تَحْرُمُ عَلَيْهِ النَّارُ-: عَلَى كُلِّ قَرِيبٍ هَيِّنٍ سَهْلٍ» "ایا زه تاسو خبر نکړم چې څوک په اور باندې حرام دی– او یا اور د چا لپاره حرام دی: پر هر نږدې، نرم، او اساني کوونکي باندې". [ صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
هرکله مو چې د الله مهربانۍ ته اړتیا پیدا شوه ترڅو تاسو له هغه څه څخه روغ کړي چې تاسو ته یې زیان رسیدلی؛ نو الله ته خپل ضعف او کمزوري څرګنده کړه، او پر مسلمانانو مهربانه اوسه؛ په ځانګړې توګه ضعیفانو باندې.
اې زما الله، ته د احسان وړ یې ... او ستا لپاره سخاوت او لویه مهرباني ده ... اې زما الله، زما په زړه کې غمونه دي ... او زما حال باندې دوست نه خوشحالېږي
اې زما الله، زما لپاره بخښنه وکړه ځکه چې زه ... پر دروازو باندې متواضع او ذلیل ولاړ یم
اې الله! پر مونږ رحم وکړه، موږ لره ستا خوا ته نږدې والی په برخه کړه، ستا په اطاعت کولو باندې زموږ سره مرسته وکړه، او مونږ ته ښه پایله راکړه.
52
الخَبــِــيرُ (خبرداره) ذات -جل جلاله-
نسائي په صحیح سند سره روایت کړی دی چې یو اعرابي رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ نو هغه پرې ايمان راوړ او د هغه متعابعت يې وکړ، بيا يې وويل: زه له تا سره هجرت کوم، نو رسول الله -صلى الله عليه و سلم- خپلو ځينو اصحابو ته د هغه په هکله سپارښتنه وکړه.
کله چې د خیبر غزا پای ته ورسیدله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- اسیران ونیول، نو هغه یې تقسیم کړل او هغه ته یې هم تقسیم ورکړ، او هغه شا ساتله، نو هر کله چې اعرابي راغی نو هغوی اسیر ورته وړاندې کړ، هغه وویل: دا څه شی دی؟ هغوی وویل: دا هغه برخه ده چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- تا ته وېشلې ده. نو هغه يې له ځانه سره واخیست او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته يې راوړ؛ او ويې ويل: دا څه دي؟ هغه وویل: دا ستا برخه ده چې ما ستا لپاره تقسیم کړی دی، هغه وویل: ما ددې لپاره ستا متابعت نه وو کړی، مګر ما ددې لپاره ستا متابعت کړی وو چې دلته ولګیږم -او خپلې ستونې ته یې اشاره وکړه- او مړ شم، او جنت ته ننوځم.
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنْ تَصْدُقِ اللهَ يَصْدُقْكَ»، فلبثوا قليلًا، ثم نهضوا في قتال العدو، فأتي به النبي -صلى الله عليه وسلم- يحمل قد أصابه سهم حيث أشار. پدې معنا چې که ته له الله سره ریښینی اوسې هغه به ستا خبره ریښتیا کړي، لږه موده وروسته د دښمن سره جګړې لپاره پاڅیدل، نو کس رسول الله –صلی الله علیه وسلم- ته راوړل شو او په هماغه ځای کې چې اشاره کړې وه یو غشی لګیدلی و.
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَهُوَ هُوَ؟»، قالوا: نعم، قال: «صَدَقَ اللهَ فَصَدَقَهُ»، ثم كفنه النبي -صلى الله عليه وسلم- في جبة النبي -صلى الله عليه وسلم- ، ثم قدمه فصلى عليه، فكان فيما ظهر من صلاته: پدې معنا چې «ایا دا هماغه دی؟» هغوی وویل: «هو»، هغه وویل: «الله ته یې رښتیا وویلې، نو هغه هم د هغه رښتینولي قبوله کړه» بیا رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په خپل چپن کې کفن ورکړ، او بیا یې هغه مخکې کیښود او د جنازې لمونځ یې ادا کړ، د هغه له دعاوو څخه دا څرګنده شوه: «اللَّهُمَّ هَذَا عَبْدُكَ خَرَجَ مُهَاجِرًا فِي سَبِيلِكَ فَقُتِلَ شَهِيدًا؛ أَنَا شَهِيدٌ عَلَى ذَلِكَ». "اې الله دغه بنده ستا په لاره کې مهاجر وتلی وو او شهید مړ شو؛ او زه هغه باندې ګواه یم".
د غړو عملونه د زړونو د عملونو تابع وي؛ د قیامت په ورځ ژغورنه د زړه د سلامتیا پر بنسټ وي؛ (يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ (88) (په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن. إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (89)) مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغلى وي). [الشعراء سورت: ایتونه 88-89].
له پوهه او باخبر الله څخه پرته زړونو باندې څوک خبر ندي! الله – تبارک و تعالی- د خپل ځان په اړه فرمايي: (وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) (او الله پر هغو عملونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى). [البقرة سورت: ایت 234].
زمونږ رب د خپلو بندګانو په رازونو، او هغه څه چې د هغوی په زړونو کې پټ وي، له هغه څخه باطني خبرې پټې ندي، او د هغه په پادشاهۍ او کایناتو کې هیڅ شی نه پیښیږي، او د ذرې په اندازه څیز هم حرکت نه کوي او نه مستقر کیږي، او هیڅ نفس ته پریشاني او ډاډ نه پیښیږي مګر دا چې د هغو په اړه هغه لره معلومات شته.
هغه په ظاهري، باطني، پټ او ښکاره، مکلفیتونو، ناممکنو، ممکنو، پورته او ښکته نړۍ، په تیرو، حاضرو او راتلونکو کارونو باندې پوه دی؛ او له هغه څخه هیڅ څیز پټ نه دی.
هغه د څیزونو د پایلو او د هغو د مصیر په اړه خبر ورکوي او دا چې څه به پیښیږي، (الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمَٰنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا) هغه چې آسمانونه، ځمكه او د هغو تر منځ هر څه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا پر عرش پورته شو، هغه ډېر مهربان دى، نو له كوم ښه باخبر څخه يې پوښتنه وكړه. [الفرقان سورت: ایت 59].
الله د څیزونو په ښکاره وو باندې پوه دی، او د څیزونو په باطن باندې باخبر دی.
په حقایقو او معناوو باندې باخبر دی ... پوهه دی، او دلیل ویلو او موافقت کولو ته اړتیا نلري
احاطه کوونکی دی او هیڅ څیز له هغه څخه نه خطا کیږي ... او هغه څه چې پټ دي له هغه څخه پټ نه دي
د احسان مقام:
څوک چې پوه شي چې الله د هغه په باطن باندې پوه دی، او هغه یې ویني؛ هغه له الله څخه حیا کوي چې هغه په داسې کار وویني چې د هغه نه خوښیږي، بیا خپل عمل سم او په اخلاص سره عبادت وکړي؛ تر څو چې هغه د احسان مقام ته ورسیږي؛ کوم چې په صحیح حدیث کې راغلي دي: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «دا چې د الله داسې عبادت وکړې چې ګواکې ته هغه وینې، نو که ته هغه نشې لیدلی هغه به تا هرومرو ویني». [بخاري اومسلم روایت کړی].
ابو حاتم وويل: "په دنیا کې د انسان د طاعتونو قطب: د پټو کارونو اصلاح، او د ضمیر د خرابولو پریښودل دي".
راز په زړه کې دی!
تاسو به یو ښه کار وګورئ چې دوه سړي یې کوي؛ له یوه څخه قبلیږي او له بل څخه نه قبلیږي! یو کس لمونځ کوي او قبلېږي، او بل کس چې د ده تر څنګ لمونځ کوي، نو هغه به له خپل لمونځ څخه ګټه نه پورته کوي پرته له هغه څه چې هغه له خپل لمونځ څخه پوهیدلی وي، هغه –صلی الله علیه وسم- وفرمايل: «إِنَّ الرَّجُلَ لِيُصَلِّي الصَّلَاةَ، وَلَعَلَّهُ لَا يَكُونُ لَهُ مِنهَا إِلَّا عُشْرُهَا، أَوْ تُسْعُهَا، أَوْ ثُمُنُهَا، أَوْ سُبُعُهَا، أَوْ سُدْسُهَا»؛ حتى أتى على العدد. "په حقیقت کې یو سړی لمونځ کوي، او ممکن هغه ته د دې لمونځ لسمه، یا نهمه، یا اتمه، یا اوومه، او یا شپږمه برخه ثواب ورسیږي" تر هغه چې شمیرې ته راغی. [صحيح حدیث دی. ابن حبان روایت کړی].
او دا یو کس صدقه او خیرات ورکوي؛ او هغه الله قبلوي او د هغه لپاره به یې وده کوي -لکه څنګه چې مونږ خپل آس ته وده ورکوو- او بل کس به هم صدقه او خیرات ورکوي؛ نو الله به هغه بیرته وګرځوي او قبوله به یې نکړي، او حتی د هغه په وجه به عذاب ورکړي! (إِن تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) (كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دی او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله پر هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى). [البقرة سورت: ایت 271].
هغه څوک چې د خلکو په مخ کې سترګې ښکته کوي او ځان ښودنه کوي ! بیا چې کله یوازې شي نو حرامو ته ګوري او حرام څیزونه ترسره کوي؛ ایا له هغه، د هغه له زړه او له با خبر او لیدونکي ذات پرته بل څوک پرې خبر لري؟ (يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ) [هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي)]. [غافر سورت: ایت 19].
د اطاعت او نافرمانۍ تر منځ د ژوند کولو یو خطر دا دی چې ته نه پوهیږې چې پایله (خاتمه) به په کوم وخت کې وي.
خلوت یا لوړوي يا ښكته كوي، نو څوک چې په یوازیتوب کې د الله تعظیم وکړي، خلک به د هغه په ښکاره کې تعظیم وکړي.
امام مالک -رحمه الله- فرمايي: "که څوک خوښوي چې زړه کې یې پراخي راشي، او د مرګ د سخت ځنکدن او د قیامت د ورځې له وحشتونو څخه وژغورل شي؛ نو د هغه د پټې عمل باید له ښکاره څخه ډیر وي".
ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "ښه پایله نشي رامنځته کیدلی پرته له هغه چا څخه چې باطني ژوند یې ښه وي، ځکه چې د مرګ شیبه جعلي نه شي کیدلی، او یوازې هغه څه به را ښکاره شي چې زړه کې وي".
او الله – سبحانه و تعالی- د خپل ځان په اړه فرمایي چې هغه له هر څه څخه باخبر دی، بلکه هغه –عزوجل- خپل نوم (الخبیر) سره شل ځلي تړلی دی، چې هغه د انسان د هر فعل، عمل، او کړنې باندې پوه دی؛ ترڅو هغه تقوا ته وهڅوي؛ (اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) (عدل كوئ، دا تقوا ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه الله ښه خبر دى پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ). [المائدة سورت: ایت 8].
او هغه یې و هڅاوه ترڅو خپل باطني، او ظاهري کړنو ته وګوري، نو پدې نوم (الخبیر) سره که د چا ایمان زیات شو؛ نو هغه پوهیږي چې د هغه په نړۍ کې څه تیریږي، او د هغه نړۍ: د هغه زړه، بدن، او هغه رازونه چې زړه هغه باندې یادیږي؛ له دوکې، خیانت او د شر پټولو څخه.
او الله- عزوجل - شکلونو ته نه ګوري، مګر زړونو او عملونو ته ګوري. (۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ (9) (ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ (10) او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي. إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ (11)) بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى). [العاديات سورت : ایتونه 9-11].
ملتیا:
او کله چې مؤمن بنده خپله برخه د الله له نوم (الخبیر- جل وعلا -) څخه واخلي؛ نو هغه به د الله ملتیا او نږدیوالی له ځانه سره ولري، او کله چې د هغه نږدیوالی له ځانه سره ولري، نو هغه لوړوي او پاکوي يې، او نورو ته د نږدې کیدلو څخه يې مشغولوي، او په تلپاتې احتياط او پرله پسې وېره کې يې ساتي، او الله ورته په دنيا کې کفایت ورکوي، او دنیا ورته مجبور کیږي چې ورشي، او هغه به له خپلې کورنۍ سره یو ځای کړي، او په هر هغه څه کې به برکت واچوي چې هغه ورته روزي ورکړې ده، او هغه لره خفګان، اندیښنه او شیطان لاره نشي موندلی؛ ځکه چې الله – تبارک و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا) (او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي) [الطلاق سورت: ایت 2].
اې هغه ذاته چې هر څه چې په ضمیر کې دي هغه ویني او اوري ... ته چمتو کوونکی یې د هر هغه څېز چې تمه یې کېږي ... اې هغه ذاته چې د ټولو سختیو لپاره یوازې له هغه څخه د امید تمه کیږي ... اې هغه ذاته چې د شکایت او ویرې په وخت کې هغه ته رجوع کېږي ... ما ته ستا لپاره زما له فقر نه پرته بله وسیله نشته ... نو تا ته په عاجزۍ سره خپله بې وزلي له منځه وړم.
ستا د دروازې د ټکولو پرته بله چاره نه لرم ... نو که زه بېرته وګرځول شوم، نو زه به بیا کومه دروازه وټکوم ... لرې خبره ده چې ستا د جلال او مقام څخه ګنهکار نا امیده شي ... نو ستا فضل او احسان ډیر دی او ستا ورکړه پراخه ده.
اې الله! پر مونږ لطف وکړه، اې باخبر ذاته .. اې په رازونو او وجدانونو باندې پوه ذاته!
53
الحَـلِـيمُ (ډير تحمل والا) ذات -جل جلاله-
العز بن عبدالسلام -رحمه الله- فرمایي: «د الله – عزوجل- پیژندنه او د هغه د ښکلو نومونو او لوړو صفاتو پیژندل له غوره اعمالو څخه دي د عزت، ثمره لرونکو او اغیزمنو کارونو له پلوه».
مونږ د الله – عزوجل- له نومونو څخه یو نوم سره تم کیږو: او هغه الحلیم - جل و علا- دی.
الله -سبحانه وتعالى- وفرمايل- : (وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ (او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى) [البقرة:263]، و (إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا) (بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى) [الإسراء:44].
زمونږ رب – عزوجل – بخښونکی او صبر کوونکی دی، هغه څوک چې غوسه یې نه پاروي، د جاهل ناپوهي او د ګناهکارانو ګناه د هغه شان ښکته نه راولي، د خپلو بندګانو په شرک، کفر او د هغوی ډیرو ګناهونو باندې د عذاب ورکولو بیړه نلري.
له هغه څخه څوک ډیر تحمل والا دی؟! مخلوق د هغه نافرماني کوي، او هغه د دوی څارنه کوي، دوی په خپلو بسترونو کې داسې ساتي لکه څنګه چې دوی د هغه هیڅ نافرماني نه وي کړي، او د دوی د ساتنې مسولیت اخلي ګواکې هغوی هیڅ ګناه نه وي کړي، هغه په ګناهکار مهرباني کوي، او مجرم باندې خپل فضل او احسان جاري ساتي.
هغه (حلیم ) ډېر تحمل والا ذات دی!
یو اړمن او بې وسه کس د هغه پر وړاندې ودریږي پداسې حال کې چې هغه نافرمان او ګناهکار وي؛ نو الله د هغه بلنه قبلوي، او له هغه څخه یې وغواړي نو ورته یې ورکوي، (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كشتۍ كې سپاره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: ایت 65].
له الله پرته بل معبود نشته! هغه د فضل خاوند دی او له هغه څخه د فضل تمه کیږي، هغه سخي دی او له هغه څخه د سخاوت تمه کیږي، هغه تحمل والا دی او له هغه څخه د زغم تمه کیږي.
او هغه تحمل والا دی، او خپل بنده ته ... د نافرمانۍ له امله په تلوار سره عذاب نه ورکوي تر څو توبه و باسي
او په "صحیحینو" کې له ابو موسی اشعري -رضي الله عنه- څخه روايت دی چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: «مَا أَحَدٌ أَصْبَرَ عَلَى أَذًى يَسْمَعُهُ مِنَ اللهِ -تَعَالَى-؛ إِنَّهُمْ يَجْعَلُونَ لَهُ نِدًّا وَيَجْعَلُونَ لَهُ وَلَدًا، وَهُوَ -مَعَ ذَلِكَ- يَرْزُقُهُمْ، وَيُعَافِيهِمْ، وَيُعْطِيهِمْ!». «هیڅوک به د الله – تعالی- څخه ډیر صبر والا نه وي کله چې هغه څیز واوری چې هغه ورباندې اذیت کیږي؛ دوی هغه لره مثل او زوی نیسي، او هغه –ددې با وجود- دوی ته روزي، شفا، او نور نعمتونه ورکوي!».
الله څومره تحمل والا دی!
زمونږ څومره تیروتنې الله پوښلي دي؟! په څومره ګناهونو مونږ نه یو نیول شوي؟! او څومره ګناهونه مو کړي دي؛ او هغه مونږ ته غږ کوي - او هغه زمونږ څخه بډای دی -: (۞ نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) ( ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم). [الحجر سورت: ایت 49].
نو پاکي ده تحمل والا ذات لره! پیدا کوي مګر د بل کس عبادت کیږي، روزي ورکوي مګر د بل کس څخه مننه کیږي، بندګانو لپاره د هغه خیر راښکته کیږي او د دوی شر ورته پورته کیږي، هغه د نعمتونو په واسطه دوی ته ځان محبوبوي پداسې حال کې چې هغه له دوی څخه بډای دی، او دوی د هغه په نافرمانۍ سره د نفرت سبب ګرځي حال داچې دوی د هغه لپاره خورا بې وزله دي. (وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَابَّةٍ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ) (او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغه به د دې (ځمكې) پر سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيا به نو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي). [النحل سورت: ایت 61].
پټه خبره!
د هغه – تبارک و تعالی- له غضب څخه باید ځان وساتو؛ ځکه چې زغم کوونکی که په غوسه شي، هیڅ شی د هغه د غصې مخه نه شي نیولی، او د هغه –سبحانه و تعالی- زغم د هغه د ځواک او وړتیا څخه وي، او زغم کوونکی الله نه په غصه کیږي مګر په هغه چا چې د رحمت مستحق نه وي، او د هغه لپاره زغم کول مناسب نه وي هغه هم وروسته لدې چې مهلت او فرصت وکړي.
هغه – تبارک و تعالی - وفرمایل: (فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ) (نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل). [الزخرف سورت: ایت 55].
الله به کافرانو باندې رحم وکړي او روزي به ورکړي، او په دنیا کې به عذاب نه ورکوي؛ خو هغه – سبحانه و تعالی- یې په اخرت کې له هغوی څخه نه سپموي، او نه به يې بخښي؛ بلکې ملاېکې به هغوی اور ته دننه کوي؛ د دوی لپاره به هیڅ عذر او زارۍ ونه منل شي، او نه به د دوی څخه عذاب سپک شي، (فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا (68) (نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو. ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَٰنِ عِتِيًّا (69)) بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى) [مريم سورت: ایت 68-69]، (يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ) (او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى). [العنكبوت سورت: ایت 54].
د اطاعت خوږوالی!
او بنده د دې سپېڅلي صفت په خپلولو سره هلې ځلې کوي؛ او هغه د: (زغم لرلو) صفت دی، او هغه –تبارک و تعالی-: (زغم کوونکی) دی او په خپلو بندګانو کې یې زغم کوونکي خوښیږي، سخاوت کوي او سخاوت کوونکي یې خوښیږي.
خبردار اوسې چې د یو کس زغم تر ټولو لويه فیصدي ده ... چې د هغه د اوچت مقام په واسطه د کریم ذات سره افتخار لاسته راوړي
نو اې ربه ما ته زغم راوبخښه ځکه چې زه ... فکر کوم چې له زغم کولو څخه به حلیم کس پښېمانه نه شي
او الله – تبارک و تعالی- د خپل پیغمبر ابراهیم الخلیل -علیه السلام- ستاینه وکړه او ویې فرمایل: (إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ) (بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر حلم والا، ډېر نرم زړى (او الله ته) رجوع كوونكى و). [هود سورت: ایت 75]، دا د اسماعیل -علیه السلام- له ځانګړنو څخه دی: (فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ) (نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ). [الصافات سورت: ایت 101].
او زموږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم- د دې اخلاقو څخه لویه برخه درلوده.
په صحیحینو کې له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: زه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره وم او د هغه پر غاړه نجرانۍ چپنه وه چې کلکه غاړه یې درلوده، يو اعرابي راغی؛ نو هغه یې کلک را کښ کړ، نو ما د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- غاړې ته وکتل چې د چپنې غاړې په کې نښه کړې وه، بیا یې وویل: اې محمده! د الله هغه مال چې له تاسره دی امر وکړه چې له هغه څخه ما ته راکړل شي، نو هغه ورته مخ کړ او ویې خندل، بيا يې هغه ته د ورکولو امر وکړ.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د اشج بن عبدالقیس -رضي الله عنه- ستاینه وکړه او ویې فرمایل: «إِنَّ فِيكَ لَـخَصْلَتَيْنِ يُحِبُّهُمَا اللهُ: الحِلْمُ، وَالأَنَاةُ» "تا کې دوه ځانګړتیاوې دې چې الله یې خوښوي: نرمي، او زغم". [د مسلم روایت].
له میمون بن مهران څخه روایت دی: «چې یوه ورځ د هغه وينځه له یوې کاسې سره چې په هغې کې ګرمه شوربا وه راغله، او هغه سره مېلمانه وو، نو د هغې پښه وښویدله؛ او شوربا هغه باندې توی شوه، نو ميمون غوښتل چې هغه ووهي، نو وينځې وويل: اې زما مالکه! د الله – تبارک و تعالی- کلام وکاروه: (وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ) (يعنې چې غصې لره زغمونكي وي) هغه ورته وویل: و مې کړ، هغې وویل: هغه څه وکړه چې له هغې وروسته راځي: (وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ) (يعنې خلقو ته معافي كوونكي وي) ويې ويل: ما بخښلې یې، وينځې وويل: (وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (یعنې الله نېكي كوونكي خوښَوي) [آل عمران:134]، ويې ويل: ما له تا سره احسان وکړ، ته د الله تبارک و تعالی- په خاطر آزاده يې».
ابو حاتم – رحمه الله- وفرمایل: کله چې یو عاقل په قهر او غصه شي نو په کار ده چې: د ده په وړاندې د الله زغم رایاد کړي، کله چې هغه د الله د نافرمانیو سرغړونو او د هغه له حرمتونو سرغړونې کوي، بیا یې هم په وړاندې له زغم څخه کار اخلي، او د هغه غصه هغه دې ته نه اړ باسي چې د ګناهونو لاملونو ته مخه کړي.
په پای کې..
که تاسو ته مصیبت یا بدبختي راشي؛ نو الله ته دعا وکړئ او د (حلیم) نوم په دعا کې یاد کړئ؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په سختیو کې دا دعا ویله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او زغم والا دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمکې او عرش څښتن دى". [بخاري او مسلم روایت کړی].
اې الله! لکه څنګه چې ته د خپلو بندګانو په وړاندې له زغمه کار اخلې، نو خپل زغم زموږ لپاره په دواړو جهانونو کې د خوښۍ سبب وګرځوه.
54
الـرَّؤُوْفُ (ډیر شفقت کوونکی) ذات -جل جلاله-
په صحیحینو کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه راغلي دي چې فرمایي: «أَسْرَفَ رَجُلٌ عَلَى نَفْسِهِ، فَلَمَّا حَضَرَهُ المَوْتُ أَوْصَى بَنِيهِ؛ فَقَالَ: إِذَا أَنَا مِتُّ فَأَحْرِقُونِي، ثُمَّ اسْحَقُونِي، ثُمَّ اذْرُونِي فِي الرِّيحِ فِي البَحْرِ، فَوَاللهِ! لَئِنْ قَدَرَ عَلَيَّ رَبِّي لَيُعَذِّبَنِّي عَذَابًا مَا عَذَّبَهُ أَحَدًا. "یو سړي خپل ځان سره زیاتی کړی و، او کله چې مرګ ورته راغی، نو خپلو زامنو ته یې امر وکړ؛ ويې ويل: كله چې زه مړ شوم، ما وسوځوئ، بيا مې میده او خاورې کړئ، بيا مې باد ته په سمندر كې وغورځوئ، قسم په الله! که زما رب ما ومومي ما ته به داسې عذاب راکړي چې هیچ چا ته به یې نه وي ورکړی.
نو هغوی هماغسې وكړل، هغه ځمکې ته وويل: څه دې چې اخستي دي هغه بیرته راكړه، تر دې چې هغه کس بېرته په خپلو پښو ودرید، نو هغه ته یې وویل: ته څه مجبور کړي چې دا کار وکړې؟ هغه وویل: ای ربه ستا له ویرې -یا به ووایي: ستا له ډاره- نو هغه ته یې په دې وجه بخښنه وکړه».
او زموږ رب - عزوجل - د خپل ځان ستاینه وکړه او هغه – سبحانه و تعالی- خپلو بندګانو ته د دې په ویلو سره زیری ورکړ: (إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى). [النحل سورت: ایت 7].
الرأفة: شدید او بشپړ رحمت ته وایي.
او هغه په هر لحاظ غوره دی، هغه – تبارک و تعالی- وفرمایل: (إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى). [البقرة سورت: ایت 143].
او زموږ رب – عزوجل- هغه ذات دی چې انسان یې پیدا کړ، د هغه ساتنه یې وکړه، په هغه یې رحم وکړ، د هغه سره یې احسان وکړ، ټول کاینات یې د هغه تابع کړل، د هغه څخه یې بدي لرې کړه، او خیر یې ورته نږدې کړ؛ دا د هغه د مهربانۍ او سخاوت څخه دي.
بلکه د هغه – عزوجل- د مهربانۍ څخه دا دي چې هغه د اطاعت کوونکو اطاعت قبلوي، که هر څومره کوچنی وي، او د هغه چا ایمان ساتي چې په هغه یې ایمان راوړی وي او له لاسه یې ورنکړي، او دا د هغه –سبحانه و تعالی- له احسان څخه دي چې له خپلو اولیاوو سره یې کوي : (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [البقرة سورت: ایت 143].
بشپړې نښانې:
او د هغه د مهربانۍ له عظمت څخه: دا دي چې خپلو بندګانو ته یې خبرداری ورکړ، هغوی یې وهڅول او ویې ویرول، وعده یې ورکړه او اخطار یې ورکړ، د مهربانۍ له مخې، د هغوی د صلاح او د مصلحتونو په پام کې نیولو سره، (وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ) (او الله كله همداسې ندى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 30].
د هغه د مهربانۍ له نښو څخه دا هم دی چې په خپل رسول باندې يې کتاب نازل کړ تر څو خلک له تيارو څخه رڼا ته راوباسي، هغه – عزوجل- فرمايي: (هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الحديد سورت: ایت 9].
د هغه د مهربانۍ له دلایلو څخه دا دی: چې هغه زموږ لپاره د انتقال وسایل تابع کړي دي؛ لکه په پخوانیو زمانو کې آسونه، کچرې او خره، او په اوسنۍ زمانه کې موټر، الوتکې، ریل ګاډي او داسې نور، الله – سبحانه و تعالی- فرمايي: (وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى). [النحل سورت: ایت 7].
او د هغه د عظمت له مهربانۍ څخه: دا دي چې هغه څه چې د دوی د ژوند او د دوی د مالونو څخه یې اخیستي دي یوازې د هغه خالص ملکیت دی، نو هغه –تبارک و تعالی- د دوی څخه خپل ملکیت په بې شمیره قیمت اخلي، هغه – تبارک وتعالی- فرمایلي: (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ) (او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د الله د رضا لټولو لپاره ځان خرڅوي، او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى). [البقرة سورت: ایت 207].
او د هغه د مهربانۍ له عظمت څخه: دا چې هغه د خپلو اولیاوو دعا ته قبلوي، هغه –عزوجل- فرمایلي: (وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) یې كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې). [الحشر سورت: ایت 10].
او د هغه د رحم له عظمت څخه: دا دي چې هغه حدود ټاکلي چې د هغه حدونو مخه نیسي چې د تقوا مخه نیسي، ځکه چې رحمت پر رحمت شوي کس باندې راځي؛ ځکه چې دا تر ټولو نرم او تر ټولو غوره رحمت دی، الله – عزوجل- فرمايي: (وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وي او دا چې بېشكه الله ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [النور سورت: ایت 20].
د هغه د رحمت له نخښو څخه: کفارو او ګناهکارانو لپاره مهلت ورکول دي چې دوی ته په ناڅاپه ډول عذاب ورکړي، په داسې حال کې چې دوی نه پوهیږي، بلکې هغوی ته مهلت ورکوي، شفا ورکوي، او روزي ورکوي، هغه –تبارک و تعالی- وفرمايل: (أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (یا دوى په وېره ونیسي، پس یقینًا ستاسو رب خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى). [النحل سورت: ایت 47].
(السَّمَاءَ أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) او د هغه د مهربانۍ له دلایلو څخه دا دي چې هغه ( اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى). [الحج سورت: ایت 65].
پیغام ..
هر هغه چا ته چې په فقر کې راګیر وي، په کړاوونو کې ډوب وي، د هغه څیره بدله شوې وي، او زړه یې مات شوی وي.
هغه چا ته چې پور ورباندې بار وي، فکر یې حیران وي، ذهن یې ګډوډ وي، او داسې فکر وکړي چې دنیا هغه باندې تنګه شوې ده.
هغه چا ته چې دردونو کړولی او ستړی کړی وي، او ډاکټرانو د بې وسۍ ځواب ورکړی وي، او دروازه یې پر مخ تړلی وي.
هغه چا ته چې اندېښمن وي، په غم کې ډوب وي، او دنیا ورته شا کړي وي؛ دنیا د ټولې پراخۍ سره پرې راتنګه شوي وي.
هغه چا ته چې زوی یې ورڅخه لرې شوی وي، محبوب یې مسافر شوی وي، او ملګری یې تللی وي، له ځان څخه تنګ وي، روح يې تنګ شوی وي؛ زړه یې ولړزیږي؛ ګل ازغی وګرځي، او ښکلې نړۍ غمجنه او مړاوې شي..
نو د هغه –عزوجل- وینا په یاد ولره چې فرمایي: إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى) [النحل سورت: ایت 7]، او دا تکرار کړه: (وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ) (او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى) [البقرة سورت: ایت 207]، او غږ وکړه: اې رؤف ذاته! زما په حال رحم وکړه، زما په ضعف رحم وکړه، زما پریشانۍ او بدۍ لرې کړه.
ابن القیم وویل: "او الله – سبحانه وتعالی- خپل بنده ازمایي، ترڅو د هغه شکایتونه، عاجزي او دعاګانې واوري". (قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ) (هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم). [يوسف سورت: ایت 86].
او دلته؛ د آرامۍ او خلاصون لپاره انتظار وباسه؛ الله – عزوجل- فرمایلي: (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ). [النمل سورت: ایت 62].
هغه –سبحانه و تعالی- رؤوف او مهربان دی، نو هغه څومره لوی شان او لوړ مقام والا دی! او خپل مخلوق ته نږدې دی! او پر خپلو بندګانو رحم کوونکی دی!
که تا چیرته ولیدل چې رسۍ ټینګیږي؛ نو پوه شه چې هغه به پرې کیږي، او که چیرته تیاره زیاته شي؛ نو د نږدې سهار د زیری څرګندونه کوي.
له رؤوف او مهربان رب –جل و علا- څخه مه ستړی کیږه، د یو حال او وضعیت دوام ناشونی دی، او غوره عبادت: د خلاصون لپاره انتظار دی، او ورځې بدلیږي، زمانه بدلیږي، او شپو کې دننه رازونه دي، او غیب پټ دي، او الرؤوف ذات فرمایلي: (كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) (هر وخت هغه په یوكار كې دى). [الرحمن سورت: ایت 29]، او هغه -جل وعلا- وفرمايل- : (لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا) ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي. [الطلاق سورت: ایت 1]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمايلي- : (فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (5) (نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته. إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (6)) بېشكه له سختۍ سره اساني شته). [الشرح سورت: ایتونه 5-6].
زړونو سجده وکړه..
الله – سبحانه و تعالی- خپل رسول -صلی الله علیه وسلم- په دې صفت سره یاد کړی دی چې فرمایلي دي: (لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ) (یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ پر ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناک دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى). [التوبة سورت: ایت 128]، یعنې: هغه پر مؤمنانو ډېر مهربان او رحم کوونکی دی، حتا د هغوی د مور او پلار څخه ډېر مهربان دی.
له همدې کبله؛ د هغه حق پر مخلوق باندې په ټولو حقونو لومړیتوب لري، او ټول مکلفيت لري چې پر هغه ايمان راوړي، د هغه تعظيم، عزت او احترام وکړي.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به ټوله شپه په دې ایت سره لمونځ کاوه: (إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې). [المائدة سورت: ایت 118]، نو د هغه رب –عزوجل- چې الرؤوف ذات دی ورته وویل چې موږ به تا په خپل امت باندې راضي کړو.
او مؤمن په خپل ځان رحم کوي، او هغه د نجات لارو ته رسوي، او د هلاکت له لارو څخه یې ساتي، او همدا ډول هغه د نورو په اړه همدا فکر وي.
ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "څوک چې د الله د بندګانو سره سخي وي، الله به ورسره د خپل عطا او فضل سره سخاوت وکړي، او بدله د کار له جنس څخه وي".
الهی! ته زما حالت، زما فقر، او بې وزلي ګورې
او ته زما پټې خبرې اورې
الهی! ستا د بخښنې خوند ما باندې وڅکه هغه ورځ چې
نه اولاد او نه مال ګټه رسولی شي
اې الله موږ له تا څخه غوښتنه کوو، اې رؤوف ذاته! چې مونږ خپل جنت ته داخل کړې، او له خپل اوره مو وساتې.
55
الـوَدُوْدُ (ډير محبت کوونکی) ذات -جل جلاله-
او کله چې مونږ په داسې یو مجلس کې ناست وو، چې شبنم پرې راورېده
په یو ښکلی باغ او ځايناستې کې
موږ لره د ځاي ښکلا را څرګنده شوه
او موږ هیله وکړه، او ته زموږ هیله وګرځیدې
زمونږ ډير محبت کوونکی رب –سبحانه و تعالی-؛ د فرمانبردارانو دوست، د تښتیدونکو پټنځاى، د پناه وړونکو لپاره پناه ځاى، او د ویریدونکو لپاره د امنیت ځاى.
د توبه کوونکو او پاکي خوښونکو لپاره دوست، د سخاوت کوونکو څخه ډیر سخي، او مخکې لدې چې څوک ور څخه غوښتنه وکړي هغه ته یې ورکوي.
په ورکولو کې تر ټولو سخي، په رحم کولو کې تر ټولو ډېر رحم کوونکی، او تر ټولو کریم چې د هغه په لورې اراده کوي، په سختۍ کې د پناه ځای، په يوازيتوب کې آرامتیا، او په لږ شمیر کې مرسته کوونکی دی –سبحانه وتعالی-.
د الله (الودود) – سبحانه و تعالی- د نوم په اړه خبرې کوو:
هغه – سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ) (بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى). [هود سورت: ایت 90]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمايل- : (وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ (14) (او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى. ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ (15)) (د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى) [البروج سورت: ایتونه 14-15].
الود: مینې ته وایي.
زموږ رب –سبحانه و تعالی- خپلو اولیاوو ( دوستانو) سره د خپل ځان د معرفت، او ښکلي صفتونو له لارې مینه او خواخوږي کوي..
دغه مینه او خواخوږي د اولیاوو او پرهیزګارانو لپاره ځانګړې ده؛ نو د هغوی لپاره یې د هغه سره د مینې او خواخوږۍ لاملونه برابروي، او د هغوى زړونه د هغه مينه جذبوي، نو هغوى ته يې ښكلي نومونه، پراخ، لوی، او ښكلي صفتونه ور یاد کړل؛ نو هغه لره روغ او مستقیم زړونه جذب شول.
او زما زړه ستا سره له مينې کولو څخه مخکې خالي وه
او د مخلوق په یاد کې به یې خوشحالۍ او لوبې کولې
کله چې زما زړه ستا د مینې غوښتنه وکړه، هغې قبوله کړه
زه فکر نکوم چې هغه به ستا څخه لرې شي
او زموږ رب – تبارک و تعالی - ډير محبت کوونکی دی، هغه د خپلو نافرمانو او توبه کوونکي مخلوق سره مینه او خواخوږي کوي؛ هغوی ته یې د بخښنې د ترلاسه کولو اسباب او د بخښنې لارې، او د هغه د رحمت د پراخوالي دلایل بیان کړي دي.
هغه –سبحانه و تعالی- وفرماېل: (۞ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الزمر سورت: ایت 53]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمايل: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 156].
او زموږ رب –تبارک و تعالی- خپلو بندګانو سره په خپلو نعمتونو او سترو ظاهري او باطني نعمتونو له لارې مینه او خواخوږي کوي، ځکه چې هغه؛ هغه ذات دی چې دوی یې پیدا کړي، دوی یې ساتلي، دوی یې ژوندي کړي، اصلاح کړي یې دي، د دوی کارونه یی بشپړ کړي، او دوی ته یې ایمان او اسلام ته لارښوونه کړی ده؛ چې دا تر ټولو ستر نعمت دی.
او هغه ډير محبت کوونکی دی چې له هغوی سره مینه کوي ... او د هغه دوستان د هغه سره مېنه کوي او فضل او منت د منان ذات لپاره دي ... او هغه؛ هغه ذات دی چې مینه یې د هغوی په زړونو کې ځای پر ځای کړې ده ... او په مقابل کې یې هغوی ته دويمه مېنه ورکړی ده
دا واقعاً لوی احسان دی ... چې هېڅ بدله یې نشته او نه د هغوی نه د مننې تمه لري
خالص احسان:
که د الودود نوم معنی یو بنده لره څرګنده شي؛ زړه به یې له خپل رب سره وتړل شي؛ هغه به په مینه، لیوالتیا او خوښوالي کې مشغول شي چې له هغه څخه به بل نه خوږ او نه پاک څیز وموندل شي!
او دا تر ټولو لوی هغه څه دي چې عبادت کوونکي یې پرې عبادت کوي، او هغه ته نږدې کیدونکی پرې نږدې کیږي؛ (يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ) [(الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي]. [المائدة سورت: ایت 54].
او د حالت پاکوالی د الله د نومونو او صفتونو د پوهې د پاکوالي له مخې وي.
او مؤمن بنده پوهېږي چې دغه حالت د بنده د زور او قوت له لارې نه را منځته کیږي، بلکې دا د هغه الودود ذات لخوا دی کله چې له خپل بنده سره مینه وکړي، نو په زړه کې یې مینه اچوی، او كله چې بنده د خپل رب –سبحانه و تعالی- په توفیق سره له هغه سره په رښتينې توګه مينه وكړي، الله به هغه لره یوه بله مینه هم ورکړي، او هغه همدغه خالص احسان دی؛ ځکه چې سبب او مسبب دواړه د الله له لوري ترسره کیږي.
او کله چې بنده له خپل رب سره ریښتینې مينه وکړي د عبودیت اخلاص به یوازې هغه لره څرګند شي، او دا به د دې سبب شي چې بنده له هغه چا سره مینه وکړي چې الله او بنده له هغه سره مینه کوي، او له هغه چا څخه نفرت كوي چې پخپله او الله له هغه څخه نفرت كوي، او د ولاء او براء ( دوستي او بې زاري) حقيقت دى؛ (لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) (ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول، دغه كسان د الله لښكر دى اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي). [المجادلة سورت: ایت 22].
یوازې د مینه والو لپاره!
او رښتینی مؤمن په نیکو عملونو سره الله لره نږدیوالی غواړي چې د الله –عزوجل- د مینې سبب ګرځي؛ له اقوالو او اعمالو څخه، او تر ټولو لوی یي: د الله –عزوجل- او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- اطاعت دی، او هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ) [(اې نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما پيروي وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي]. [آل عمران سورت: ایت 31].
او بنده هغه څه ته ادامه ورکوي کوم چې الله عزوجل- یې خوښوي، او په هغه څه کې چټکتیا کوي چې د هغه مالک یې غواړي، تر هغه چې د هغه مینه او نږدېوالی لاس ته راوړي. «إِذَا أَحَبَّ اللهُ العَبْدَ نَادَى جِبرِيلَ: إِنَّ اللهَ يُحِبُّ فُلاَنًا فَأَحْبِبْهُ! فَيُحِبُّهُ جِبرِيلُ، فَيُنَادِي جِبرِيلُ فِي أَهْلِ السَّمَاءِ: إِنَّ اللهَ يُحِبُّ فُلاَنًا فَأَحِبُّوهُ! فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ القَبُولُ فِي الأَرْضِ» «کله چې الله له بنده سره مینه ولري، نو جبرائیل ته غږ وکړي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه وکړه! نو جبرئیل له هغه سره مینه وکړي، بیا جبرائیل د اسمان پر اوسیدنوکو غږ کوي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه وکړئ! نو د اسمان اوسیدونکي هم له هغه سره مینه وکړي، بیا په ځمکه کې هغه لره قبولوالی حاصل شي». [بخاري روایت کړی].
هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَٰنُ وُدًّا) (بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي). [مريم سورت: ایت 96].
«سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا» او کله چې الله –عزوجل- له بنده سره مینه وکړي؛ نو «الله به د هغه غوږ اوسي چې هغه باندې اوري، او د هغه سترګه به شي چې هغه باندې ویني، او د هغه لاس به شي چې هغه سره نیول کوي، او د هغه پښه به شي چې هغه ورباندې ګرځي». [بخاري روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: هغه اسباب چې د الله –عزوجل- مینه منځ ته راولي لس دي:
یو له هغو څخه: د قرآن کریم لوستل او د هغه په معنی پوهیدل او هغه څه چې هغه یې غواړی..
دويم: له فرض لمانځه وروسته په نفلي اعمالو سره الله ته نږدې کېدل..
دریم: په هر حالت کې د هغه د ذکر دوام؛ په ژبه، زړه، کار او حال کې ...
څلورم: هغه څه ته ترجیح ورکول چې هغه یې خوښوي او ستا زړه یې غواړي کله چې ستاسو خواهشات غلبه وکړي.
پنځم: له زړه نه د هغه د نومونو او صفتونو مطالعه کول، او د هغو لیدل او هغو باندې ځان پوهول.
شپږم: د هغه د نیکۍ، احسان، نښانې، باطني او ظاهري نعمتونو لیدل...
اووم - او دا خورا حیرانونکی دی -: د الله – سبحانه و تعالی- پر وړاندې په بشپړ ډول د زړه ماتیدل ( تواضع کول)...
اتم: د نزول په وخت کې له هغه سره د مناجات او دعاء لپاره خلوت کول...
نهم: له ریښتینو مینه والو سره کښېناستل او د هغوی د خبرو خوندورې میوې اخیستل...
لسم: د هر هغه سبب لرې کول چې د زړه او الله –عزوجل- تر منځ مانع وي.
د مینې دلیل:
هره سترګه د محبوب لپاره د سترګو یخوالی نه وي ... او نه هر څوک چې را وبلل شي ځواب ورکوي.
مینه وال د محبوب لوري ته د اواز کوونکي غږ اوري (حي الفلاح!): نو هغوی خپلې بسترې پریږدي، او خوب له ځانه لرې کړي، او په پښو ودریږي؛ د لمر په ګرمۍ او یا د یخنۍ په شدت کې، داسې روان وي لکه چې دا په ورېښمو د پاسه روان وي، او د هغوی غوږونو کې دا اوري چې : ( د مبارزې خوا ته ودرومئ!) هغوی خپله خوښي، روح، او نفس قربانوي، او پدې لاره کې خپلې وینې تویوي.
په هغوی دا ایت لوستل کېږي : (أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُم) (له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى) [البقرة سورت: ایت 254]؛ نو دوی خورا قیمتي شیانو کې یو بل سره سیالي کوي، او دوی ترټولو ګران او غوره شیان ورکوي چې دوی یې خوښوي، او د الله په لاره کې داسې ورکړې کوي چې د فقر څخه هیڅ ویره ونلري. او هغوی ته دا ایت تلاوت شي: (وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ) (او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي) [آل عمران سورت: ایت 97]؛ نو دوی له هرې ژورو او لرو دښتو او درو څخه راځي، ګډوډو ویښتانو او تشو خیټو او تږو زړونو سره وایي: اې الله زه حاضر یم! زه حاضر یم تا لره هیڅ شریک نشته زه حاضر یم!
د دوی او نورو حالت داسې دی لکه شاعر چې ویلي دي:
څوک چې د مینې په ډک زړه سره خوب نشي کولی ... هغه نه پوهیږي چې ځیګر څنګه ماتیږي
جلال الدین رومي وايي: «مینه ترخه خوږوي، او خاوره سره زر جوړوي، او ناپاکه پاکوي، او درد دوا کوي، زندان باغ جوړوي، له ناروغۍ څخه نعمت جوړوي، او غصه مهربانۍ ته اړوي، او اوسپنه نرموي، ډبره ویلي کوي، مړی راژوندی کوي، او هغه لره ژوند ورکوي».
اې کاش چې ته خوږ شې ځکه چې ژوند تریخ دی ... او کاش چې ته راضي شې او اګر که خلک غصه وي ... او اې کاش چې زما او ستا تر منځ لارې ودانې شي ... او زما او د مخلوقاتو تر منځ لارې خرابې وي
که زه ستا مینه ترلاسه کړم، نور هر څه به اسانه شي ... او هر څه چې د خاورې پر سر دي خاورې دي
ابن القیم -رحمه الله- د مینې په اړه وايي: او دا: د بندګۍ راز او د هغه توحید دی: دا پر هغه باندې شاهدي ورکول دي (لا إله إلا الله) نشته بل معبود پرته له الله څخه.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خلکو سره خبرې کولې یو اعرابي ورته وویل: قيامت به کله وي يا رسول الله؟ هغه وفرمایل: «مَا أَعْدَدْتَ لَهـَا»، قال: ما أعددت لها من كثير صلاة ولا صوم ولا صدقة؛ ولكني أحب الله ورسوله، قال: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ» «د هغې لپاره دې څه تيار کړي دي، ويې ويل: ما د هغې لپاره ډېر لمونځ، روژه او صدقه نه ده تياره کړې؛ خو زه له الله او د هغه له رسول سره مینه لرم، هغه وویل: ته به له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». [بخاري او مسلم روایت کړی].
زه له صالحانو سره مینه لرم خو له هغوی څخه نه یم ... امید دی چې د هغوی د مېنې په وجه به زما سپارش وشي
او له هغو کسانو څخه کرکه لرم چې د هغوی تجارت نافرمانۍ وي ... حتا که موږ په توکو او توښه کې یو شان هم اوسو.
نښه..
هرم بن حیان ویلي: «هیڅ بنده د زړه له کومې الله –عزوجل- ته نه راګرځي؛ مګر دا چې الله تعالی د مؤمنانو زړونه هغه ته را ګرځوي تر څو چې هغه ته د دوی مینه ورکړي».
نو مؤمن: مینه ناک وي؛ هغه له خلکو سره مینه کوي او هغوی له هغه سره مینه کوي، او هغه له خلکو سره الفت کوي او هغوی له هغه سره الفت او مینه کوي، لکه څرنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «المُؤْمِنُ يَأْلَفُ وَيُؤْلَفُ» "مومن مینه کوي او مینه ورسره کیږي". حسن حدیث دی. طبراني په «المعجم الاوسط» کې روایت کړی دی. دا ځکه چې هغه د خپلو مسلمانو ملګرو لپاره نیکي خوښوي او له هغوی څخه شر لرې کوي، او په صحیح حدیث کې راغلي دي چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- به دغه دعا ویله: «اللَّهُمَّ! وَأَسْأَلُكَ حُبَّكَ، وَحُبَّ مَنْ يُحِبُّكَ، وَحُبَّ عَمَلٍ يُقَرِّبُنِي إِلَى حُبِّكَ» «اې الله! او زه له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوم چې تا سره مینه لري او د هغو عملونو مینه چې ما ستا مینې ته نږدې کوي». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
اې ډير محبت کوونکیه ذاته! موږ له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوو چې تا سره مینه لري او د هغو عملونو مینه چې ما ستا مینې ته نږدې کوي.
56
الــبــــَرُّ(ښه سلوک کوونکی) ذات-جل جلاله-
اې فقیر بنده! د خپل مهربان رب دروازه تینګه ونیسه، او په غالب، او پوه رب باندې پیاوړی اوسه، او د هغه په اطاعت سره هغه ته نږدې شه؛ ځکه چې هغه ښه سلوک کوونکی او مهربان ذات دی.
بیا دلته؛ هغه پر تا باندې د خپلو نعمتونو فضل کوي؛ او که ته د هغه اطاعت وکړې هغه به تا ته عزت او فضل درکړي، او که تا هغه څه چې تیر شوي ضایع کړل، هغه به په تا باندې رحم وکړي او تا ته به مهلت او فرصت درکړي، نو که تا توبه وکړه او له ګناهونو څخه پښیمانه شوې، ستا څخه به مننه وکړي، او که تا نافرماني او بد چلند وکړ ستا ستر او پرده به وکړي.
چا چې د هغه د بندګۍ او محبت خوند څکلی وي نو څنګه به د هغه لرې والی وزغمي؟ یا هغه چا چې د هغه پر وړاندې د ذلت خوند څکلی وي نو هغه به څنګه د هغه لوري ته نه ورګرځي؟!
که د سرګردانو مینانو برخه په مخلوقاتو کې
لیلا او سلما وي چې زړه او عقل اخلي
نو بیا د هغه مین به څه حال وي چې
زړه یې وغواړي چې پورته اسمان خوا ته لاړ شي
او هغه چا ریښتیا ویلي چې ویلي یې دي: «په الله قسم! هغه لاره څومره د وحشت او تیارو لاره ده چې الله د هغې لارې تامینوونکی نه وي، او هغه لاره به څومره د ورکې لاره وي چې د هغې لارې لارښود نه وي".
ښه سلوک کوونکي او مهربان ذات لره پاکي ده! چې د هغه احسان، خیر او نیکمرغي د ځمکې او اسمانونو ټولو اوسیدونکو لپاره ظاهري او باطني خیر او نیکي؛ هر وخت کې خپره کړې ده.
او الله تعالی وفرمایل: (وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) (او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري او باطني دي ؛ پوره كړي دي). [لقمان سورت: ايت 20]، او الله د خپل لوړ ذات ستاینه په دې وینا سره کړې ده: (إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ) (بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الطور سورت: ایت 28].
زمونږ رب –سبحانه و تعالی- چې پر خپلو بندګانو عطف کوونکی، مهربان، او هغوی باندې له نرمۍ څخه کار اخلي، د هغوی دنیوي او شرعي چارو ته سمون ورکوي.
او د هغه –تبارک و تعالی- د نیکۍ له کمال څخه دا دی چې هغه د نیکۍ کار کوونکي ته څو چنده اجر ورکولو باندې احسان کوي، ظالم او تیری کوونکو ته په بخښنې باندې احسان کوي.
او زموږ رب پر خپلو بندګانو مهربان دى؛ هغه د دوی لپاره اسانتیا غواړي او سختي نه غواړي.
هغه خپلو اولیاوو باندې احسان کوونکی دی؛ ځکه چې هغوی یې خپلې دوستۍ باندې ځانګړي کړل، هغوی یې د خپل عبادت لپاره غوره کړل، او له هغوی څخه یې هر ډول شر، بدي، او آفتونه لرې کړل.
د هغه د نیکۍ وړتیا په هغه څه کې څرګندیږي چې هغه د خپل ابدیت په کور کې د خپلو ساتونکو لپاره چمتو کړی دي: (إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ) (بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الطور سورت: ایت 28] .
او پاکي ده هغه لره ده چې نیکي د هغه له صفتونو څخه ده
او هغه احسان او دنیکو کارونو ډیر والی دی
له نیکۍ څخه یې سرچینه اخیستې ده چې هغه د هغه وصف دی
نو پدې اساس نیکي په دوه ډوله ده
وصف او فعل دی، نو هغه نیکی او احسان کوونکی دی
د ښو ورکوونکی او تل احسان کوونکی دی
نو الله –سبحانه و تعالی-: پر خپلو بندګانو باندې احسان کوونکی دی، دوی باندې مهربانه، دوی باندې احسان کوونکی، دوی په نیکۍ، سخاوت، فضل، شکر او قبلیدو سره نازوي؛ (وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) (او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي). [لقمان سورت: ایت 20].
ټول ستا په خدمت کې دي..
هغه ملاېکې چې د رحمٰن د عرش حمل کوونکی او د هغې په شاوخوا کې دي؛ دوی تا ته د بخښنې دعا کوي!
هغه ملاېکې چې تا باندې مقررې شوي دي ستا ساتنه کوي، او هغه ملاېکې چې په اوبو او بوټو باندې مقررې شوي دي ستا د رزق لپاره هڅه کوي او په هغې کې کار کوي.
فلکونه او سیارې ستا د ګټو لپاره مسخرې شوي دي، لمر، سپوږمۍ او ستوري ستا لپاره مسخرې شوي دي، په دوامداره توګه په حرکت کې دي ترڅو ستا د وخت او زمان محاسبه وکړي، او ستا رزق تنظیم کړي.
نو ټوله ښکته نړۍ ستا لپاره تابع ده؛ ځمکه، غرونه، سمندرونه، ونې، میوې، نباتات، حیوانات… هر څه چې په کې دي ستا دي؛ (وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ) (او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي). [الجاثية سورت: ایت 13].
د نيكۍ وږمه..
د هغه – سبحانه و تعالی- له احسان څخه: دا دی چې مونږ ته د هغه په لوري لاره اسانوي؛ هغه زموږ لپاره خپل شریعت اسانه، له تکلف او تکلیف څخه لرې وساته، او پر مونږ یې هغه کار ندی تحمیل کړی چې مونږ یې نه شو زغملای: (وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) (او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) ندى ایښى). [الحج سورت: ایت 78]، (لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا) (او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغه له وَس سره سم). [البقرة سورت: ایت 286]، (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ) (او یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو آیا څوك پند اخيستونكى شته؟) [القمر سورت: ایت 17].
او له مونږ سره د هغه له نیکیو څخه: دا دي چې هغه –تبارک وتعالی-- زمونږ څخه لږ څه قبلوي، په ډیرو انعام ورکوي، او ډیر ګناهونه معافوي، او دا لوی حدیث زمونږ لپاره کافي دی؛ کوم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ، ثُمَّ بَيَّنَ ذَلِكَ: "الله ښه او بد لیکلي، او بیا یې بیان کړي دي:
فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، وَإِنْ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ -عز وجل- عِنْدَهُ عَشْرَ حَسَنَاتٍ، إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ. نو څوک چې د ښه کار نیت وکړي او بیا یې تر سره نکړي؛ الله هغه ورته بشپړ نیک عمل په توګه لیکي، او که نیت وکړي او بیا یې ترسره کړي؛ الله –عزوجل- په خپل نیز لس نیکۍ لیکي، تر اوه سوه چنده او له هغه څخه هم ډیر.
وَإِنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً، وَإِنْ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا؛ كَتَبَهَا اللهُ سَيّئَةً وَاحِدَةً» او که د بدۍ نیت وکړي او بیا یې تر سره نکړي؛ الله هغه ورته بشپړ نیک عمل په توګه لیکي، او که نیت وکړي او بیا یې ترسره کړي؛ الله –عزوجل- یې په خپل نیز یوه بدي لیکي». [بخاري او مسلم روایت کړی].
او پر مونږ باندې د هغه احسان: دا دی چې هغه د خپل بنده په توبه خوشحالیږي، او که مونږ ګناه وکړو هغه مونږ نه شرموي؛ بلکه، هغه زمونږ لپاره د توبې دروازې خلاصې کړي دي: (۞ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الزمر سورت: ایت 53].
او له هغه- عليه الصلاة والسلام- څخه په مستند ډول روایت شوي دي: «قَالَ اللهُ -سبحانه وتعالى- : يَا ابْنَ آدَمَ! إِنَّكَ مَا دَعَوتَنِي وَرَجَوتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلَا أُبَالِيْ. -چې الله– سبحانه و تعالی- فرمایلي: ای د آدم اولاده! هرکله چې ته ما ته دعا وکړې او له ما څخه بخښنه وغواړې، زه به تاته د هغه څه بخښنه وکړم چې تا کړي دي او زه یې پروا نه کوم.
يَا ابْنَ آدَمَ! لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ استَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ وَلَا أُبَالِيْ. اې د آدم اولاده! که ستا ګناهونه د اسمان څوکو ته ورسيږي او بيا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه به تاته بخښنه وکړم او پروا یې هم نه کوم.
يَا ابْنَ آدَمَ! إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لقِيْتَنِي لَا تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغفِرَةً»[حديث صحيح. رواه الترمذي]. اې د آدم اولاده! که ته ما ته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا ماسره مخ شې چې له ما سره دې هیڅ شرک نه وي کړی، زه به تاته بښنه وکړم. [صحیح حدیث دی. ترمذي کړی].
ستا ستاينه ده، هغه ستاينه چې په هغه سره موږ ستا په يادولو سره خوند اخلو ... که څه هم زه ټوله ثنا او ستاېنه نه شم شمېرلی ... تا لره داسې نیکې ستاېنې دي چې اسمان ډکوي ... او د هغه غاړې څنډې او ځمکه او وچه او دریاب
اې الله ما په خپل رحمت کې وپوښه، کوم چې ... پراخه دی او ټول مخلوق یې په کښې راغونډ کړي دي.
هغه کې ستا برخه ...
او زمونږ رب نیک دی، نیکۍ خوښوي، او هغه باندې امر کوي، او بندګانو کې دغه اخلاق خوښوي.
او تر ټولو بشپړ آیتونه: د هغه – سبحانه وتعالی- دا وینا ده: (لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ) (نېكي دا نده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي). [البقرة سورت: ایت 177].
او بنده به په آخرت کې د هغه له خوا د الله نېكۍ ته نه رسیږي مګر د هغه څه په پیروۍ کولو چې د هغه د نېكۍ او رضایت لامل کیږي، هغه –سبحانه و تعالی- ویلي: (لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ) (تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى)، [آل عمران سورت: ایت 92].
رازي -رحمه الله- فرمايي: "هرڅوک چې د الله د بندګانو لپاره د خیر او آرامۍ دروازې پراخې کړي، الله به د هغه لپاره د دنیا او آخرت نعمتونه پراخه کړي".
اې الله! موږ باندې احسان وکړه، او موږ د سختو عذابونو څخه وساته؛ په یقین سره چې ته نیک او مهربان یې!
57
الـقَـريـبُ (ډیر نږدې) ذات -جل جلاله-
الله -عز وجل- وفرمایل- : (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: ایت 186].
هغه پوښتنه چې الله –جل و علا- په یو آیت کې په خپله ځواب ورکړی دی، چې د هر مومن زړه ته خوږه، دوستانه ارامتیا، ډاډمن قناعت، کافي اعتماد، او یقیني شفا ورکوي.
او د همدې آرامتیا او مینه ناک نږدېوالي په رڼا کې؛ د الله –جل جلاله- د نوم (القریب) سره معرفت ترلاسه کوو:
هغه – سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ) (بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى). [سبا سورت: ایت 50].
نفسونو ته ډیر په زړه پورې نوم دی، او ډیرې معنا ګانې او دلالتونه لري..
د دې نوم لفظ د هغه د معنا څرګندونه کوي لکه څنګه چې په صفا پیاله کې صفا اوبه څرګندیږي.
زموږ رب –جل وعلا– خپلو بندګانو ته نږدې دی، په خپل عرش باندې برقراره دی؛ او هغه؛ هغه څوک دی چې د خپل مخلوق څخه پورته دی، په رازونو او هغه څه چې ضمیرونه یې پټوي پوه دی، او ملتیا یې د هر چا لپاره ده.
او د مخلوق سره د هغه نږدې والی دوه ډوله:
لومړی: عمومي نږدې والی چې هغه: د هغه سبحانه و تعالی- نږدې والی هر چا ته په خپله پوهه، لیدل او هر څه باندې احاطه کول دي، او هغه د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، او انسان ته د هغه د شا رګ څخه هم نږدې دی.
او دا عمومي موجودیت دی: (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ) (او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو). [ق سورت: ایت 16].
دویم: خاص نږدیوالی، چې دا: د هغه -سبحانه و تعالی - نږدیوالی د هغه د عبادت کوونکو، سوال کوونکو او مینه والو ته دی، او دا هغه نږدیوالی دی چې لاندې څیزونو ته اړتیا لري: مینه او ملاتړ، د حرکاتو او سکناتو تائیدول، او دعا کوونکو ته ځواب ویل، او د عبادت کوونکو لپاره قبولي او اجر ورکول دي.
دا هغه نږدې والی دی چې د هغه واقعیت نه په سترګو کیږي، بلکې د هغې اغیزې ښکاره کیږي؛ لکه د هغه لطف او احسان، پالنه، توفیق او لارښوونې پر خپل بنده باندې: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي). [البقرة سورت: ایت 186].
او هغه نږدې دی، او د هغه نزدېکت خاص دی په ... رابلونکي او ایمان والاو باندې
هغه - عليه الصلاة والسلام – په صحیح حدیث کې فرمایي: «وَالَّذِي تَدْعُونَهُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ عُنُقِ رَاحِلَةِ أَحَدِكُمْ» "او هغه څوک چې تاسو یې بلئ هغه تاسو ته ستاسو د سوارلۍ له غاړې څخه ډیر نږدې دی". [مسلم روایت کړی].
په توره شپه کې د ښوې (هموارې) ډبرې پر سر د تور مېږي غږ اوري.
د الله په حمایت کې..
او الله –عزوجل- خپلو اولیاوو ته نږدې دی، د خپلو بندګانو ساتنه کوي، په خپله پالنه کې یې احاطه کوي، هغوی باندې د رحمت باران وروي، د سترګو د رپیدو په اندازه یې ځانته نه پریږدي، هغوی خپلو ځانونو ته نه سپاري، هغوی باندې د هغه دښمنانو ته واک نه ورکوي، او شیطان ته اجازه نه ورکوي چې پر دوی باندې لاره ومومي.
هغوی د ځانګړي ملتیا په قیمت سره راغلي؛ او هغه: نږدېوالی، بریا، ملاتړ، او ساتنه ده، (وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا) (او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ). [المائدة سورت: ایت 12].
هغوی خپل رب باندې مطمین دي، او هغوی د هغه –سبحانه و تعالی- په اړه ښه نظر لري؛ او هغه د دوی لپاره په هر وخت کې وي..
دا نوح -علیه السلام- نهه سوه او پنځوس کاله وروسته له دعوت، ازموینو، تکليفونو او سختيو څخه وروسته خپل رب ته دعا وکړه؛ نو هغه یې دعا قبوله کړه، هغه ته یې نجات ورکړ، او دښمنان یې ورله له منځه یوړل.
او دا ابراهیم -علیه السلام- دی خپل رب ته یې پناه یوړه؛ نو هغه له اوره وژغوره.
او یونس بن متی (علیه السلام) یې له لوی مصیبت څخه خلاص کړ، یوسف یې بیرته یعقوب ته راستون کړ، او هغوی یې سره یو ځای کړل، او له خپلو وروڼو سره یې مینه پیدا کړه، او د یعقوب سترګې یې بیرته ورته ورکړې.
او زمونږ رسول -صلى الله عليه وسلم– باندې داسې حالات راغلي وو چې د سر ویښتان یې سپینول، او زړونه پکې ستوني ته رسېدل، او ځينو اصحابو يې د الله په اړه هر ډول ګمانونه کول، نو هغه به خپل مولا ته عاجزي او دعا کوله؛ بیا به الله -عزوجل– خپله وعده پوره کوله، او مراد به یې پوره کاوه، او د حق کلمه به یې لوړوله..
نو الله -عزوجل- ټولو مومنو مخلوقاتو ته نږدې دی، دوی ویني او د دوی ساتنه کوي.
یوه ښځه راغله چې د خپل میړه په اړه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره بحث وکړي، او عایشه -رضي الله عنها- د کور په یوه طرف کې وه، او وايي چې هغې به د دوی یوه خبره اوريده او یوه به یې نه اوریدله، او له بحث وروسته جبرائیل -علیه السلام- محبوب محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې په دې وینا سره نازلیږي: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [المجادلة سورت: ایت 1]، پاک دى هغه ذات چې د هغه غوږ د ټولو غږونو د اوریدلو وړتیا لري!
هغه نږدې دی:
ددعا په وخت کې خپل غږ مه پورته کوه! هغه نږدې دی ستا اواز اوري..
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د صحابه وو -رضی الله عنهم- څخه واوریدل چې په لوړ اواز یې خپل رب ته دعا کوله؛ نو هغه وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! ارْبَعُوْا عَلَى أَنْفُسِكُمْ؛ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُوْنَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، وَلَكِنْ تَدْعُوْنَ سَمِيعًا بَصِيرًا» "اې خلکو! خپلو ځانونو باندې رحم وکړئ؛ ځکه چې تاسو کوڼ او غایب نه رابلئ، بلکه تاسو اوریدونکی او لیدونکی ذات رابلئ". [بخاري او مسلم روایت کړی].
او الله په هغه څه خبر دی چې ستا په ضمیر او فکرونو کې دي، نو ته یې چې کله په زړه کې راوبلې (بلنه)دې قبلوي.. هغه –سبحانه وتعالی- نږدې دی: (إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا) (كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز). [مريم سورت: ایت 3].
هغه په خپل ځان کې یاد کړه هغه به یې واوري او تا به یاد کړي؛ ځکه هغه –سبحانه و تعالی- نږدې دی-.
په متفق علیه قدسي حدیث کې راغلي: «إِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَأٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَأٍ خَيْرٌ مِنْهُمْ». "که هغه ما خپل ځان کې یاد کړي، زه به یې خپل ځان کې یاد کړم، او که هغه ما په عام ځای کې یاد کړي، نو زه به یې د هغه څخه په ښه ډله کې یاد کړم".
او هیڅ داسې انسان نشته مګر چې د نږدې الله -جل وعلا- له خوا هغه ته ډالۍ نه وي؛ د کړاوونو په لرې کولو او یا د مصیبت څخه د خلاصون په برخه کې، او یا د ضرر په مخنیوي، د خطر په منع کولو، او د محبوب په ترلاسه کولو، او یا د غوښتنې په ترلاسه کولو سره ...
نو د نږدې الله دروازه خلاصه ده، د هغه ورکړه ورکول کیږي، د هغه سخاوت لوی دی، مهربانۍ یې لویه ده؛ څومره حاجتونه مو پوره شوي دي، څومره دعاګانې مو قبولې شوي دي، څومره برکتونه نازل شوي دي، او څومره رحمتونه خپاره شوي دي؟!
د بې وزلۍ جامه ...
هر کله چې ته پوه شوې چې الله –جل و علا- تا ته نږدې دی، او هغه ستا د باطن څخه خبر دی؛ هغه ستا دعا اوري، ستا ځای ویني او پوهیږي چې ستا په زړه کې څه دي؛ نو ته د نیکي کوونکو څخه اوسه: (إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى). [الأعراف سورت: ایت 56].
هغه ته نژدې شه؛ که ته د یو لویشت په اندازه هم هغه ته نږدې شې، نو هغه به د یو ګز په اندازه تا ته نږدې شي، په قدسي حدیث کې راغلی: «وَمَنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ شِبْرًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَمَنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِذَا أَقْبَلَ إِلَيَّ يَمْشِي أَقْبَلْتُ إِلَيْهِ أُهَرْوِلُ» "او څوک چې ما ته یو ولیشت نږدې شي، زه به هغه ته یو ګز نږدې شم، او څوک چې ما ته یو ګز نږدې شي، زه به هغه ته د هغه دوه برابره نږدې شم، او څوک چې زما خوا ته کرار کرار راشي، زه به هغه ته په منډو ورشم". [بخاري او مسلم روایت کړی دی - او لفظ د مسلم دی].
هغه ته نږدې کیدل د فرایضو له لارې کیږي مخکې لدې چې د نوافلو له لارې وشي؛ «وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ» «ما ته زما هغه بنده خوښیږي چې د فرایضو په ادا کولو سره زما لورې ته نږدېوالی ترلاسه کوي، او هغه ما ته د نوافلو په ترسره کولو خپل ځان نږدې کوي تر څو زه ورسره مینه وکړم». [بخاري روایت کړی].
هرڅومره چې بنده د بندګۍ په درجو کې تکامل ته ورسیږي، هغومره الله –سبحانه وتعالی- ته نږدې کېږي، او هرڅومره چې د الله پر وړاندې عاجزي وکړي او د خپل رب او محبوب پر وړاندې ودرېږي، خپله پوزه او مخ په ځمکه کیږدي؛ د هغه نږدیوالی به خپل رب ته ډیر شي، او مقام به یې لوړ شي، له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح حدیث کې روایت شوی دی چې هغه فرمایي: «أَقْرَبُ مَا يَكُوْنُ العَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ؛ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاء» «بنده د سجدې په حالت کې خپل رب ته ډیر نږدې وي؛ نو ډېرې دعاګانې وکړئ». [مسلم روایت کړی].
نو په سجده کې: د تعظیم لوی دلیل دی، او د بندګۍ تر ټولو لوړه درجه ده، او د عاجزۍ تر ټولو غوره څرګندونه ده، د مینې تر ټولو ښکلي پیغامونه دي، د اطاعت تر ټولو خوږې صحنې دي، او د افتقار او بې وزلۍ تر ټولو غوره جامه ده.
هرڅومره چې الله –جل وعلا- ته ډیرې سجدې وکړې هغومره به د الله تعالی په نیز لوړوالی ولرې، او له هغه څخه –صلی الله علیه وسلم- روایت دی چې ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِـِلَّهِ سَجْدَةً إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» "الله ته ډیرې سجدې وکړه، ځکه چې ته الله ته سجده نه کوې مګر دا چې الله ستا یوه درجه لوړوي، او یوه تیروتنه دې پاکوي". [مسلم روایت کړی].
نو دلته ته ابدي نعمتونه ترلاسه کوې: (أُولَٰئِكَ الْمُقَرَّبُونَ) [هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)]. [الواقعة سورت: ایت 11]، (عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ) (یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي). [المطففين سورت: ایت 28].
داسې رب دې تا ته مبارک وي و ستا رجوع کول دې تا ته مبارک وي!
حتا که اسمان لرې ښکاري ... هغه ذات چې د اسمان څخه پورته دی نږدې دی
نو خپل لاسونه په دعا کې الله ته پورته کړه ... ځکه چې زخمونه په دعا سره شفا مومي
د اسمان لرې والی موږ ته څه ضرر رسوي ... که ته اې د اسمان ربه نږدې اوسي
اې الله تا ویلي دي او ستا وینا رښتیا ده: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: ایت 186].
اې تر ټولو نږدې او اجابت کوونکی الله!! زمونږ دعاګانې قبولې کړه، زمونږ پر کمزورتیا رحم وکړه، زمونږ تکليف لرې کړه، زمونږ په ټولو چارو کې نېکه خاتمه راکړه، او مونږ د دنيا له ذلت او د آخرت له عذاب څخه وژغوره، او زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه؛ اې د دعا اورېدونکیه!
58
المُجِــيــبُ (دعا قبلونکی) ذات -جل جلاله-
موږ د شبنم په څیر یوه خبره واوریدله ... نو هغې په نفس کې بدلونونه او نوښتونه راوستل
نو هغې زموږ امیدونه تازه کړل ... او زموږ د دردونو لپاره د آرامتیا ځای وګرځیده
عطا وویل: «طاووس – رحمه الله- ماته راغی او راته یې وویل: اې عطا ! هغه چا ته خپل شکایت مه وړاندې کوه چې خپله دروازه یې ستا پر مخ تړلي وي، له هغه چا څخه خپل حاجتونه وغواړه چې دروازه یې د قيامت تر ورځې پورې درته خلاصه وي، ستا څخه غواړي چې له هغه څخه وغواړې او د قبلیدو ژمنه یې هم درسره کړیده».
(فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ) (نو تاسو لده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى). [هود سورت: ایت 61].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- ځواب ورکوونکی دی، هغه ذات چې خپل سوالګر ته هغه څه ورکوي چې هغه یې غواړي، پریشان او اندیښمنو سره مرسته کوي، ویریدونکو ته خوندیتوب او امان ورکوي، آن تر دې چې هغه چا سره مرسته کوي چې هغوی کافران دي، او هغه یې په ورځ کی د یو ساعت لپاره هم ندی پیژندلی ! هغه د دوي غوښتنې ته ځواب ورکوي، او په خپل سخاوت سره د دوی سختۍ لمنځه وړي، چې شاید هغوی ایمان راوړي.
خو ډېری خلک کوښښ کوي چې احسان هېر کړي، له ښه وو او نېکیو څخه انکار وکړي، الله –عزوجل- فرمايي: (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: ایت 65].
ددروازې په درشل ..
او د خلکو پر مخ که دروازې وتړلی شي، او ځمکه پرې راتنګه شي، او د دوی لپاره غمونه سخت شي، او واقعې لویې شي، او په مخلوقاتو کې ددوی لپاره هیڅ پناه ځای او پټنځای و نه موندل شي؛ هغوی په خپل فطرت سره الله –سبحانه و تعالی- ته رجوع کوي، او د هغه خوا ته پناه وړي، او د هغه په درشل باندې پرېوځي: (ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) (بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ). [النحل سورت: ایت 53].
او د الله کرم، مهرباني او احسان څخه دا چې: هغه خوښوي چې له هغه څخه په سختیو او اسانیو وختونو کې غوښتنه وشي، او څوک چې الله د اسانیو په وخت کې وپیژني هغه یې د سختیو په وخت کې پیژني، له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح توګه روایت شوي چې فرمایي: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَسْتَجِيبَ اللهُ لَهُ عِنْدَ الشَّدَائِدِ وَالكَرْبِ؛ فَلْيُكْثِرِ الدُّعَاءَ فِي الرَّخَاءِ» «څوک چې دا خوښوي چې الله یې د مصیبت او د سختیو په وخت کې غوښتنه قبوله کړي؛ نو هغه باید د اسانتیا په وخت کې ډیره دعا وکړي». [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
له امام احمد بن حنبل -رحمه الله- څخه پوښتنه وشوه: زمونږ او د رحمن عرش تر منځ څومره فاصله ده؟ هغه وویل: «د ریښتیني زړه څخه د زړه له کومې دعا کول».
پند ..
او مومن بنده د دعا د قبلیدو د خنډونو څخه د دعا پر مهال ویریږي، د هغو له جملې څخه:
1- په اخلاص سره د الله خوا ته نه تلل.
2- په مسئله کې قاطعیت او په دعا کې اصرار نه کول.
3- رسول الله -صلی الله علیه وسلم – باندې درود نه ویل.
4- د دعا په قبلیدو باندې تلوار کول.
5- د حرام خوړل، د حرام څښل او یا د حرامو اغوستل.
6- په ښو باندې د امر کولو او له بدیو څخه د منع کولو پریښودل.
په نبوي سنت کې داسې وختونه او حالتونه ذکر شوي دي چې پدې کې تمه کیږي چې دعاګانې به قبولې شي، له هغی له جملې څخه:
1) د اذان او اقامت تر منځ دعا.
2) د شپې په اخري شیبو کې.
3) د سجدې په حالت کې.
4) د جمعې د ورځې یو ساعت.
5) د سفر په وخت کې.
6) د مظلوم دعا.
7) زوی ته د پلار ښیرا.
او پدې کې موضوع پراخه ده، مګر کله چې ته خپل لاسونه پورته کوې په یاد ولره چې دا ستا د رب لخوا تا باندې فضل دی، هغه غواړي چې تا ته درکړي. نو ښه ګومان او د مسئلې اراده وکړه؛ الله –جل و علا- وفرمایل: (ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60].
علي بن ابي طالب -رضي الله عنه- وفرمایل: "په دعا سره د مصیبتونو فوجونه له منځه ویسئ".
انس بن مالک -رضي الله عنه- فرمایلي: "د دعا څخه مه عاجزه کیږه؛ ځکه چې له دعا سره هیڅوک له منځه نه ځي".
ابن حجر -رحمه الله- فرمایلي: "دعا کوونکي ته ځواب ورکول کیږي، مګر د ځوابونو په توپیر سره؛ ځینې وختونه په هغه شکل راځي چې دعا کوونکي غوښتی وي، او ځینې وختونه د هغه بدله ورکول کیږي".
زه تا ته پناه دروړم او ستا پرته بل څوک پناه ورکولی نشي ... نو دې ضعیف بنده ته چې ستا د حمایت غوښتونکی دی پناه ورکړه ... زه ضعیف یم، ستا په ځواک باندې مرسته غواړم ... زما ګناهونه او نافرمانۍ ستا په ځېنو قوتونو سره ... اې زما ربه ما ګناه کړې ده او زما ګناهونو ډیر په تکلیف کړی یم ... نشته د هغو بخښونکې پرته له تا څخه
اې الله زه دعا کوم چې زما تیروتنې و بخښې ... او په خپل هدایت سره زما مرسته او مدد وکړې ... نو زما دعا قبوله کړه او زما زاریو ته ځواب راکړه ... هغه کس به یوه ورځ هم نا امیده نشي چې له تا څخه یې څه غوښتلي وي او هیله یې کړي وي
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: "د بنده لپاره دا بده خبره ده چې بندګانو ته سوال وکړي؛ حال دا چې د هغه مولا لره ټول هغه څیزونه شته چې هغه یې غواړي!".
اې ځواب ورکوونکی الله! زموږ دعا قبوله کړه، زموږ په ضعف رحم وکړه، او مونږ او زمونږ مور او پلار له اور څخه وژغوره.
59
المَجِــيـدُ (د لوی شان خاوند) ذات -جل جلاله-
ستا رب ستاينه خوښوي..
په صحیح حدیث کې هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «وَلاَ أَحَدَ أَحَبُّ إِلَيْهِ المِدْحَةُ مِنَ اللهِ، وَمِنْ أَجْلِ ذَلِكَ: وَعَدَ اللهُ الجَنَّةَ»[رواه مسلم]، وفي رواية: «وَلاَ أَحَدَ أَحَبُّ إِلَيْهِ المِدْحَةُ مِنَ اللهِ؛ فَلِذَلِكَ مَدَحَ نَفْسَهُ» «له الله څخه بل هیڅوک ډیره ستاینه نه خوښوي، او د دې لپاره: الله د جنت وعده کړې ده» [مسلم روایت کړی]، او په بل روایت کې دي: «او د الله په څیر بل هیڅوک نشته چې ستاینه خوښه کړي؛ له همدې امله هغه د خپل ځان ستاینه وکړه». [بخاري روایت کړی].
او د بخاري په الادب المفرد کې راغلي: چې اسود بن سريع وايي: زه شاعر وم، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغلم؛ ما وویل: ایا زه تاسو ته هغه ستاینې ونه وایم چې ما هغې باندې د خپل رب ستاینه کړیده؟
هغه وفرمایل: «إِنَّ رَبَّكَ يُحِبُّ المَحَامِدَ» «ستا رب ستاينه خوښوي» او پر دې یې څه زیات نکړل. [حسن حدیث دی].
ډالۍ کوونکي په ستاینې سره تا ته نشي رسیدلی ... حتا که دوی مبالغه هم وکړي، ځکه هغه څه چې په تاسو کې دي ډیر لوی دي
زموږ ستاینه الله ته ګټه نه رسوي، او زموږ نیمګړتیاوې الله باندې اثر نکوي؛ نو الله – تبارک و تعالی- په خپل ذات کې بډای دی، هغه په خپلو صفتونو باندې ستایل شوی دی نه د خلکو په ستاینې او تمجید سره، او نه د هغوی په مننې سره د هغه پر نعمتونو باندې.
مګر د الله – سبحانه و تعالی- له مهربانۍ څخه پر موږ باندې: دا چې زمونږ د ژوند جوړیدا د هغه د شکر او ستاینې په کولو سره ترسره کیږي؛ ترڅو نفس خپل رب ته پاک، مستقیم او ډاډه شي.
دا لیکنه چې زه یې تاسو ته وړاندې کوم او دا کتاب د الله –جل جلاله- له تمجید څخه دی چې موږ باندې یې پیرزو کړی دی؛ زه له هغه څخه غواړم چې زموږ له ټولو څخه یې قبوله کړي، او له ځان سره یې د ملاقات د ورځې لپاره مونږ ته ذخیره کړي.
ټوله ستاینه، نعمتونه او ملک تا لره دي اې زموږ ربه ... له تا څخه بل هیڅ څیز لوی او لوړ مقام والا نه دی
هغه – تبارک و تعالی – فرمایلي دي: (إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ) (بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى). [هود سورت: ایت 73].
او المجید: له مجد څخه اخیستل شوی دی، او هغه: پوره او بشپړ عزت، پراخوالي او کثرت ته ویل کیږي.
زموږ رب- عزوجل – ډیر سخاوت والا دی، د جلال خاوند دی، او هغه کوم عظمت او جلال دی چې له هغه –تبارک و تعالی- څخه به لوړ او بشپړ وي؟!
هغه په دې صفاتو سره توصیف شوی دی لکه: عزت، لویي، عظمت او جلال، او هغه د هر څیز څخه لوی دی، او له ټولو شیانو څخه لوړ مقام والا او برلاسی دی.
او زموږ د رب –تبارک و تعالی- هر صفت ډېر لوړ مقام والا دى؛ هغه په خپل علم کې په بشپړ دول سره پوه دی، خورا مهربان دی چې د هغه رحمت په هر څه کې شامل دی، په هر څه قادر دی، هیڅ شی هغه نشي عاجزولی، په خپل زغم کې بشپړ حلیم دی، په خپل حکمت کې خورا حکیم دی.
د هغه ټول نومونه او صفتونه د کمال والا دي؛ مونږ نشو کولی د هغه ستاینې وشمیرو، هغه داسې ذات دی چې پخپله یې د خپل ځان ستاینه کړیده.
تا لره ستاینه ده..
الله –سبحانه و تعالی– د خپل ځان تمجید او ستاینه کړې ده، ځکه هغه د کمال، عظمت او جلال والا دی، په قدسي حدیث کې راغلي دي: «أَنَا الجَبَّارُ، أَنَا المُتَكَبِّرُ، أَنَا المَلِكُ، أَنَا المُتَعَالِي؛ يُمَجِّدُ نَفْسَهُ» «زه ځواکمن یم، زه متکبر یم، زه پادشاه یم، زه لوړ یم؛ خپل ځان ویاړمن بیانوي». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
او زموږ رب د خپل عظمت او لوړ مقام په لرلو سره د ستاینې وړ دی: (إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ) (بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى). [هود سورت: ایت 73].
او هغه – تبارک و تعالی- په خپلو بندګانو باندې ډیر مهربان دی چې هغوی ته نعمتونه ورکوي، او دا چې خپلو اولیاوو ته د ستاینې او د هغه –تبارک و تعالی- د خاص عبودیت لپاره توفیق ورکوي.
په قدسي حدیث کې راغلي: «وَإِذَا قَالَ: (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) [الفاتحة: 4]، قال: مَجَّدَنِي عَبْدِي» «او کله چې هغه وویل: (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) د بَدلې د ورځې مالك دى [[الفاتحة: 4] (الله تعالی) وفرمایل: زما بنده زما ستاینه یې وکړه». [مسلم روایت کړی] او له هغه – صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح حدیث کې روایت شوی دی چې کله به یې سر له رکوع څخه پورته کاوه نو ویل به یې: «رَبَّنَا لَكَ الحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ، وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ، أَهْلَ الثَّنَاءِ وَالمَجْدِ» "اې زموږ ربه ستا لپاره ستاینه ده، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ته یې له هغی وروسته غواړې، ته د ستاینې او جلال وړ یې". [مسلم روایت کړی]
له هغه سره اوسه!
د هغه –سبحانه و تعالی- له جلال څخه رسولانو او پیغمبرانو خپل جلال ترلاسه کړې؛ له همدې امله صحابه وو –رضي الله عنهم– له رسول الله –صلی الله علیه وسلم– څخه وپوښتل: موږ پوهیږو چې تا باندې څنګه سلام واچوو؛ مګر تاسو باندې څنګه درود ووایوو؟
هغه وفرمایل: « اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ؛ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ» "اې االله! پر محمد او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم او د هغه پر کورنۍ دې چې لورولي ، بېشکه ته ستایلی او لوی یې». [بخاري روایت کړی او مسلم هم په همدې ډول روایت کړی].
د كاميابۍ دره:
او قرآن: د الله -سبحانه وتعالى- كلام دی، او هغه: (قُرْآنٌ مَّجِيدٌ) بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى [البروج:21]، عزتمند، کریم، لوی دی، په نیکۍ، فضل او سخاوت کې پراخ دی.
او الله –عزوجل- په خپل سپېڅلي قرآن کې د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو تر ټولو لوی آیت یې: هغه آیت دی چې د هغه ستاینه او د هغه صفتونه په کې ذکر شوي دي؛ لکه د البقره سورت، الکرسي آیت، چې د الله –عزوجل- په کتاب کې تر ټولو لوی آیت دی، او سورت اخلاص چې تر ټولو غوره سورت دی، تر دې چې په صحیح حدیث کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «إِنَّهَا تَعْدِلُ ثُلُثَ القُرْآنِ» "دا د قرآن د دریمې برخې سره برابر دی". [مسلم روایت کړی].
یو له سترو شیانو څخه چې بنده پرې د خپل رب لویي او ستاینه بیانوي: د شپې او د ورځې په لړ کې د هغه د کتاب تلاوت کول دي، او د هغه په احکامو باندې ټینګار کول، هغه کې فکر کول او پرې عمل کول دي؛ د پوهې، عاجزۍ او فهم له لحاظه.
او څوک چې د قرآن والاو له ډلې څخه وي، هغه د الله له ډلې څخه دی، هغه ډله چې د الله هغه ځانګړې ډله ده، په صحیح حدیث کې هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الكِتَابِ أَقْوَامًا، وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ» "په حقیقت کې الله ځینې خلک په دې کتاب سره لوړوي او ځینې ښکته کوي". [مسلم روایت کړی].
عمر بن خطاب له نافع بن حارث سره په عسفان کې وکتل، عمر هغه په مکه کې په دندې ګمارلی و، هغه ورته وويل: تا د وادي خلکو باندې څوک وګماره؟ هغه وويل: ابن ابزا، ويې ويل: ابن ابزا څوک دى؟ ويې ويل: زموږ له خادمانو څخه يو خادم دی، ويې ويل: نو تا پر هغوى باندې خادم وټاکه؟! هغه وويل: هغه د الله د كتاب قاري دى، او د میراث په علم پوه دى.
عمر -رضي الله عنه- وویل: بېشکه زمونږ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «إِنَّ اللهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الكِتَابِ أَقْوَامًا، وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ» "په حقیقت کې الله ځینې خلک په دې کتاب سره لوړوي او ځینې ښکته کوي". [مسلم روایت کړی].
عزت د هغه چا لپاره دی چې هغه قبول کړي او عمل پرې وکړي، او ذلت د هغه چا لپاره دی چې له هغه څخه مخ اړوي.
د هغو څیزونو له جملې څخه چې د رب – تبارک وتعالی- تمجید ورباندې کیږي: د هغه ښه ستاینه کول دي په: الحمد لله، الله اکبر، سبحان الله او لا اله الا الله ویلو سره، او څوک چې په دې ستاینو باندې مداومت وکړي، د دنيا او آخرت خير به تر لاسه کړي.
بخاري په خپل صحیح کې له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت کړی دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ لِـلَّـهِ مَلاَئِكَةً يَطُوْفُونَ فِي الطُّرُقِ يَلْتَمِسُوْنَ أَهْلَ الذِّكْرِ؛ فَإِذَا وَجَدُوْا قَوْمًا يَذْكُرُوْنَ اللهَ؛ تَنَادَوْا: هَلُمُّوْا إِلَى حَاجَتِكُمْ! فَيَحُفُّوْنَهُمْ بِأَجْنِحَتِهِمْ إِلَى السَّمَاء الدُّنْيَا. "الله لره پرښتې دي چې په لارو ګرځي، د ذکر حلقې لټوي؛ نو كله چې دوى داسې خلک ومومي چې د الله ذکر کوي؛ نو غږ وکړي: راشئ خپلې اړتیا ته! نو دوی په خپلو وزرونو باندې د لاندني اسمان پورې وپوښي.
فَيَسْأَلُهُمْ رَبُّهُمْ -وَهُوَ أَعْلَمُ مِنْهُمْ-: مَا يَقُوْلُ عِبَادِي؟ قَالُوْا: يَقُوْلُوْنَ: يُسَبِّحُوْنَكَ وَيُكَبِّرُوْنَكَ وَيَحْمَدُوْنَكَ وَيُمَجِّدُوْنَكَ. بیا الله له دوی څخه پوښتنه وکړي –پداسې حال کې چې هغه ښه پوهیږي-: زما بندګان څه وایي؟ دوی وایي: هغوی ستا تسبیح، تکبیر، تحمید، او تمجید بیانوي.
فَيَقُوْلُ: هَلْ رَأَوْنِي؟ فَيَقُوْلُوْنَ: لاَ -وَاللهِ!- مَا رَأَوْكَ؟ هغه به وفرمايي: ایا زه یې لیدلی یم؟ دوی به ووايي: نه - په الله قسم – تاسو یې نه یئ لیدلي؟
فَيَقُوْلُ: وَكَيْفَ لَوْ رَأَوْنِي؟ يَقُوْلُوْنَ: لَوْ رَأَوْكَ كَانُوا أَشَدَّ لَكَ عِبَادَةً، وَأَشَدَّ لَكَ تَمَجِيدًا وَتَحْمِيدًا، وَأَكْثَر لَكَ تَسْبِيحًا. هغه به وفرمايي: که هغوی ما وویني نو څنګه به وي؟ دوى به ووايي: كه هغوى تاسو وویني، نو ستا عبادت به ډېر وكړي، او ستا ډېر تمجید، تحمید او تسبيح او ستاينه به ادا كړي.
يَقُوْلُ: فَمَا يَسْأَلُوْنِي؟ يَقُوْلُوْنَ: يَسْأَلُوْنَكَ الجَنَّةَ. هغه به وفرمايي: له ما څخه څه غواړي؟ هغوی به ووايي: له تا څخه د جنت غوښتنه کوي.
يَقُوْلُ: وَهَلْ رَأَوْهَا؟ يَقُوْلُوْنَ: لاَ -وَاللهِ!- يَا رَبِّ مَا رَأَوْهَا. هغه به وفرمايي: ايا هغوى جنت لیدلی دی؟ هغوی به ووايي: نه - په الله قسم! هغوی جنت ندي لیدلی.
يَقُولُ: فَكَيْفَ لَوْ أَنَّهُمْ رَأَوْهَا؟ يَقُوْلُوْنَ: لَوْ أَنَّهُمْ رَأَوْهَا؛ كَانُوا أَشَدَّ عَلَيْهَا حِرْصًا، وَأَشَدَّ لَهَا طَلَبًا، وَأَعْظَمَ فِيهَا رَغْبَةً. هغه به وفرمايي: که هغوی لیدلی وای نو څنګه به و؟ هغوی به ووايي: که هغوی لیدلی وای د هغوی حرص به نور هم ډېر وای؛ او د هغې خورا غوښتونکي به وای، او د هغې لپاره به یې خورا لیوالتیا درلوده.
قَالَ: فَمِمَّ يَتَعَوَّذُوْنَ؟ يَقُوْلُوْنَ: مِنَ النَّارِ. هغه به وفرمايي: له څه شي څخه پناه غواړي؟ هغوی به ووايي: له اوره.
يَقُولُ: وَهَلْ رَأَوْهَا؟ يَقُوْلُوْنَ: لاَ -وَاللهِ!- يَا رَبِّ! مَا رَأَوْهَا. هغه به وفرمايي: ايا هغوى اور لیدلی دی؟ هغوی به ووايي: نه - په الله قسم! هغوی اور ندی لیدلی.
يَقُولُ: فَكَيْفَ لَوْ رَأَوْهَا؟ يَقُوْلُوْنَ: لَوْ رَأَوْهَا كَانُوا أَشَدَّ مِنْهَا فِرَارًا، وَأَشَدَّ لَها مَخَافَةً. هغه به وفرمايي: که هغوی لیدلی وی نو څنګه به و؟ هغوی به ووايي: كه يې ليدلی وى، نو له هغه نه به ډیر تښتېدونکي وای، او د هغه نه به ډیر ویریدونکی وی.
فَيَقُوْلُ: فَأُشْهِدُكُمْ أَنِّي قَدْ غَفَرْتُ لهُمْ! هغه به وفرمایي: نو زه تاسو ګواه نیسم چې ما هغوی ته بخښنه وکړه!
يَقُوْلُ مَلَكٌ مِنَ المَلَائِكَةِ: فِيهِمْ فُلاَنٌ لَيْسَ مِنْهُمْ، إِنَّمَا جَاءَ لِحَاجَةٍ! یوه ملاېکه به ووايي: په دوی کې فلانی هم شته چې له دوی څخه نه دی، خو د اړتیا لپاره راغلی دی!
قَالَ: هُمُ الجُلَسَاءُ لاَ يَشْقَى بِهِمْ جَلِيسُهُمْ». هغه به وفرمایي: دوی هغه ناست خلک دی چې هغوی سره ناست کس نه بد بخته کیږي».
نو که د دوی سره ناست کس نه بدبخته کیږي؛ نو د هغوی مقام به څه وي؟!
عرش:
زموږ رب چې خپل عرش باندې برقراره دی چې په (المجید) سره یې وصف کړی، او الله–عزوجل- د ځان لپاره هیڅ شی نه غوره کوي مګر دا چې ترټولو غوره، بشپړ او خورا بشپړ وي، له همدې کبله حق یې دی چې مجید اوسي.
ای ربه تا لره ستاینه، نعمتونه او پادشاهي ده
له تا څخه بل هیڅ شی د مجد او عظمت وړ نه دی
هغه د اسمان د عرش مالک او تسلط لرونکی دی
د هغه د جلال لپاره مخونه عاجزې او سجدې کوي
پاکي ده هغه ذات لره چې مخلوق د هغه قدر نه پیژني
او هغه څوک چې د عرش څخه پورته دی یو او واحد دی
اې الله! ستا په مجید نامه سره مونږ سوال کوو: چې مونږ، زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړې.
60
الحَمِيدُ (د حمد او تعریف لایق) ذات -جل جلاله-
په صحیح البخاري کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپلو اصحابو ته لمونځ ورکړ، کله یې چه خپل سر له رکوع څخه پورته کړ؛ او ویې ویل: "سمع الله لمن حمده"، الله واوریدل چا چې د هغه ستاینه وکړه ! «د هغه شاته یو سړي وویل: ربنا و لک الحمد؛ حمدًا كثيرًا طيبًا مباركًا فيه، یعني زمونږ ربه ستا ستاینه ده؛ په ډېر ښه او برکتي ستاينې سره، او کله چې لمونځ پای ته ورسید، ويې فرمایل: خبرې کوونکی څوک و؟ هغه وويل: زه وم، هغه وفرمایل: ما څه د پاسه ديرش ملاېکې وليدلې چې کوښښ يې کاوه څوک يې اول وليکي!» څنګه به پر هغه باندې کوشش نکوي په داسې حال کې چې الله ستاينه خوښوي؟!
ستا ستاينه ده، هغه ستاينه چې مونږ د هغه په ذکر سره خوند اخلو
او که څه هم زه د هغه ستاینې او شکرانې نشم شمیرلی
الله – سبحانه و تعالی- د خپل عالي ذات په ستاینه کې داسې فرمایلي دي: (وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ) (او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى). [الشورى سورت: ایت 28].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- چې په خپل ذات، نومونو، صفتونو او عملونو کې ستایل شوی دی؛ هغه په نومونو کې غوره نوم، او په صفتونو کې بشپړ صفتونه، او په فعلونو کې غوره او بشپړ فعلونه لري.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی– په خپله شرع کې ستایل شوی؛ ځکه دا د ټولو مخلوقاتو لپاره بشپړ او خورا ګټور شریعت دی.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- چې په خپل وحدانیت سره ستایل شوی دی، او هغه د شریک، مثل، او ملګري د ذلت له وجې څخه پورته دی، هغه –تبارک و تعالی- فرمایلي: (وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا) (او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله). [الإسراء سورت: ایت 111].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- چې په هره ژبه او په هر حالت کې د هغه ستاینه کیږي، ټول مخلوقات د هغه ستاینه کوي؛ جمادات او خبرې کوونکي په هر وخت کې د هغه په نعمتونو، فضلونو، او د هغه –سبحانه و تعالی- د کمال او عظمت ستاینه کوي: (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا) (خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اووه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو پر تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى). [الإسراء سورت: ایت 44].
نو زموږ رب –سبحانه و تعالی- ؛ په ټولو صیغو او شکلونو سره د ستاینې وړ دی، حتا که دوی د هغه ستاینه هم ونکړي، هغه د ستاینې څښتن دی؛ د هغه د فضل، کرم، ورکړې او رحمت په خاطر.
او له هغه پرته په ټولو شرایطو کې د هیڅ چا ستاینه نکیږي.
خپل رب ته عاجزي وکړه!
او هغه –سبحانه و تعالی- پرته له نورو څخه ستاینه یې د خپل ځان لپاره غوره کړه، او نور کسان یې د خپل ځان د ستاینو څخه منع کړل؛ هغه وفرمایل: (فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ) (نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ). [النجم سورت: ایت 32].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل ځان ستاینه کوي چې موږ یې وپیژنو، او د دې لپاره چې مونږ د هغه په ستاینو سره هغه ته ورسیږو، هغه ته وګرځو، د هغه د بخښنې په تمه شو، او د هغه د ورکړې امید ولرو، او همدا راز مونږ د هغه څخه د جنت هیله لرو.
نو دا څومره لویه مهرباني ده؟! هغه ستا سره د نیکو کارونو په کولو کې مرسته کوي او پر هغه باندې ستا ستاینه کوي؟! (وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول). [الأعراف سورت: ایت 43]، كه ستا رب وغواړي چې پر تا خپل فضل وكړي؛ فضل به پیدا کړي او تاته به يې منسوب کړي، تا ته به مال درکړي، او ته به لدې مال څخه انفاق وکړې، بیا به له دې وروسته.. الله –جل وعلا- ستا د انفاق کوولو لپاره ستا ستاينه وکړي؛ که څه هم مال د الله لخوا تا ته درکړل شوی دی!
او زموږ د رب – سبحانه و تعالی- له مهربانیو څخه پر موږ باندې: دا چې خپله ستاینه یې تقسیم کړی ده؛ تر څو بنده پوه شي چې څنګه د الله ستاینه او ثنا ووایي؛ هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى)، [الفاتحة سورت : ایت 2]، او فرمايي: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ) (ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، او پیدا كړې يې دي تیارې او رڼا). [الأنعام سورت: ایت 1].
ټوله ستاينه تا لره ده..
د مؤمنانو تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې هر وخت د الله –سبحانه و تعالی- ستاینه کوي؛ په اسانیو او سختیو کې؛ ځکه هغوی پوهیږي چې د الله –جل و علا- په ټولو کارونو کې دوی لپاره حکمت او خیر دی.
په صحیح حدیث کې هغه -عليه الصلاة والسلام- فرمایلي: «إِذَا مَاتَ وَلَدُ العَبْدِ قَالَ اللهُ لِمَلائِكَتِهِ: قَبَضْتُمْ وَلَدَ عَبْدِي؟ فَيَقُوْلُوْنَ: نَعَمْ. «کله چې د بنده ماشوم مړ شي، الله خپلو پرښتو ته ووايي: تاسو زما د بنده د ماشوم روح قبض کړ؟ هغوی ووايي: هو.
فَيَقُولُ: قَبَضْتُمْ ثَمَرَةَ فُؤَادِهِ؟ فَيَقُوْلُوْنَ: نَعَمْ. هغه به وفرمایي: تاسو د هغه د زړه میوه ترې واخیستله؟ هغوی ووايي: هو.
فَيَقُولُ: مَاذَا قَالَ عَبْدِي؟ فَيَقُوْلُوْنَ: حَمِدَكَ وَاسْتَرْجَعَ. هغه به وفرمایي: نو زما بنده څه وویل؟ نو هغوی وویل: ستا ستاینه یې وکړه او انا لله و انا الیه راجعون یې وویل.
فَيَقُولُ اللهُ: ابْنُوا لِعَبْدِي بَيْتًا فِي الجَنَّةِ وَسَمُّوهُ: بَيْتَ الحَمْدِ» نو الله به وفرمایي: زما د بنده لپاره په جنت کې یو کور جوړ کړئ او نوم یې بیت الحمد کېږدئ». [ترمذي روایت کړی].
نو؛ د غوره ذکرونو څخه: د بنده دغه وینا ده: (الحمد لله) هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ) (او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې). [ق سورت: ایت 39].
په صحیح حدیث کې هغه -عليه الصلاة والسلام- فرمایلي: «مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّة؛ حُطَّتْ خَطَايَاهُ، وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ البَحْرِ» "څوک چې : ورځ کې سل ځلې سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، ووايي، یعني خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، د هغه ګناهونه به توی شي، حتا که د سمندر د ځګ په څیر هم وي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
او کله چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه پوښتنه وشوه: کومه وینا غوره ده؟
قال: «مَا اصْطَفَى اللهُ لِمَلَائِكَتِهِ أَوْ لِعِبَادِهِ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ» هغه وفرمایل: «هغه چې الله د خپلو ملایکو او یا د خپلو بندګانو لپاره غوره کړې ده: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده». [مسلم روایت کړی]. ستاینه په ژبه، زړه او غړو سره ترسره کیږي.
طبراني په المعجم الکبیر کې روایت کړی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ أفْضلَ عِبَادِ اللهِ يَوْمَ القِيَامَةِ: الحَمَّادُوْنَ» «د قيامت په ورځ به د الله په بندګانو کې تر ټولو غوره بندګان هغه وي چې ډیرې ستاینې یې کړی وي». [صحیح دی].
تا لره ستاینه ده، ښه ستاینه چې اسمان ډکوي
او د هغې شاوخوا، ځمکه، دښته، او سمندر
تا لره تلپاتې او مبارکې ستاینې دي
د سمندر رنګ به د هغه د لیکلو لپاره لږ وي
ستا ستاینه ده، اې د کبریا څښتنه، او هغه څوک
چې ستا په ستاینې سره شکر کوي په یقین سره هغه شکر ترلاسه کړی دی
اې الله! ستا ستاینه ده لکه څنګه چې ستاسو با د عزتمند مخ او د ځواک عظمت دی.
61 - 62
الشَّـــــاكِرُ الشَّكُورُ (ډير قدردان) -جل جلاله-
بخاري په خپل صحیح کې روایتوي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «أَنَّ رَجُلًا رَأَى كَلْبًا يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ العَطَشِ؛ فَأَخَذَ الرَّجُلُ خُفَّهُ، فَجَعَلَ يَغْرِفُ لَهُ بِهِ حَتَّى أَرْوَاهُ؛ فَشَكَرَ اللهُ لَهُ، فَأَدْخَلَهُ الجَنَّةَ». «یو سړي ولیدل چې یو سپی له تندې څخه خاورې خوري؛ نو هغه سړي خپله موزه واخیسته او په هغې کې يې اوبه ورکولې تر څو یې تنده ماته شوه؛ نو الله د هغه څخه مننه وکړه، او هغه یې جنت ته داخل کړ».
هغه –سبحانه و تعالی- د خپل ذات په ستاینه کې فرمایي: (وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا) (او الله له همېشه شكر قبلوونكي، ښه پوه دى). [النساء سورت: ایت 147]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمایي-: (وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ) (او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى). [التغابن سورت: ایت 17].
زموږ رب – سبحانه و تعالی - په لږ اطاعت سره مننه کوي؛ او هغه باندې ډېر اجر ورکوي، بلکې څو چنده ثواب ورکوي؛ له شمیرلو او حساب څخه ډیر اجر ورکوي، (مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ) (څوک چې یوه نېكي راوړي، د هغه لپاره د هغې لس چنده دي او څوک چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يوازې د هغې په مثل سزا وركولى شي او پر دوى به ظلم نه كېږي). [الأنعام سورت: ایت 160].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- د بندګانو په شکر کولو سره له هغوی څخه مننه کوي؛ او هغوی د خپل له ډیر خیر او فضل څخه برخمن کوي، حال دا چې هغه ذات دا ټول هغوی ته ورکړي دي، (وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ) (او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى). [النحل سورت: ایت 53].
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل بنده څخه داسې مننه کوي چې د خپلو د ملائکو په منځ کې او په پورته اسمان کې د هغه ستاینه کوي، او د خپلو بندګانو په منځ کې د هغه شکر برقراروي، او د هغوی د کړنو په خاطر له هغوی څخه مننه کوي، (ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا) (اې د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و). [الإسراء سورت: ایت 3].
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- ډیری خطاګانې بخښي، او لږ مقدار نیک عملونه هم قبلوي او هغه باندې اجر ورکوي؛ (إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ) (بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى). [فاطر سورت: ایت 34].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- ډیر د نعمت ورکوونکی دی، او هغه په لږې ستاینې او شکر کولو سره راضي کیږي.
په صحیح مسلم کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې هغه فرمایلي: «إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ العَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا، أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا». "بیشکه الله د بنده څخه راضي کیږي که چیرې بنده خواړه وخوري بیا د الله ستاینه وکړي، او یا څه وڅښي بیا د الله ستاینه وکړي".
د ابو داود په سنن کې راغلي دي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ قَالَ حِينَ يُصْبِحُ: اللَّهُمَّ! مَا أَصْبَحَ بِي مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنْكَ وَحْدَكَ، لَا شَرِيكَ لَكَ، فَلَكَ الحَمْدُ، وَلَكَ الشُّكْرُ؛ فَقَدْ أَدَّى شُكْرَ يَوْمِهِ، وَمَنْ قَالَ مِثْلَ ذَلِكَ حِينَ يُمْسِي؛ فَقَدْ أَدَّى شُكْرَ لَيْلَتِهِ» «کله چې چا باندې سهار راشي او ووایي: اې الله! کوم نعمتونه چې ماته راکړ شوي دي هغه یوازې ستا له طرفه دي، ته هیڅ شریک نلرې، تا لره ستاینه او شکر دی؛ نو دغه کس د خپلې ورځې شکر ادا کړ، او څوک چې ماښام کې داسې ووایي؛ هغه د خپلې شپې شکر ادا کړ». [حسن حدیث دی].
ورئې کړل نو ويې ستایه!
او د هغه –سبحانه و تعالی- د شکر له کمال څخه دا دی چې هغه بنده ته ورکړه ورکوي او هغه ته د هغه څه لپاره توفیق ورکوي چې پر هغه باندې د هغه شکر ادا کړي؛ نو هغه؛ هغه ذات دی چې ورکوي نو ستاینه کوي، له هغه څخه سبب او مسبب دواړه دي، الله –عزوجل- وفرمایل: (إِنَّ هَٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا) (بېشكه دا (نعمت) ستاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى). [الإنسان سورت: ایت 22].
پاکي ده هغه ذات لره چې پر مونږ باندې یې د هلوځلو احسان وکړ، بیا یې مونږ ته توفیق راکړ، او بیا پرې مونږ بدله راکوي ! ایا دا د فضل او احسان انتها نده؟ نو خاص هغه لره ستاینه او شکر دی.
او هغه د شکر قبلوونکی دی، نو هغه به د دوی هلې ځلې ضایع نکړي ... بلکه هغه به څو چنده کړي بغیر له شمیرلو څخه
تر ټولو لویه بدله ..
کله چې د الله تعالی پېغمبر سلیمان –علیه السلام- په غصې سره خپل آسونه ذبح کړل -ځکه چې آس یې هغه د الله له ذکر څخه مشغول کړی و، نو هغه وغوښتل چې بیا هغه سره مشغول نشي-؛ نو د هغې په بدل کې: باد ورکړ شو.
کله چې یوسف الصدیق –علیه السلام- د زندان سختۍ وزغمله؛ الله ترې قبوله کړه داسې چې هغه ته یې واک ورکړ؛ (وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ) (او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه (د مصر) كې اقتدار وركړ، چې په دې (ملك) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځای نیوه (اوسېدلو)، مونږ خپل رحمت كوو پر چا چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو). [يوسف سورت: ایت 56].
او كله چې د هغه پېغمبرانو (علیهم السلام) د الله تعالی لپاره خپل عزت د هغه د دښمنانو مقابل کې ولګاوه؛ هغوی ته یې سپکې سپورې او ښکنځلې وکړې؛ نو الله دوی ته دا بدله ورکړه چې الله او د هغه ملاېکو هغوی باندې درود وویل، او د دوی لپاره یې په اسمانونو او د هغه په مخلوقاتو کې غوره ستاینه وکړه، نو هغوی یې خورا مخلص وګرځول (بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ) [ص سورت: ایت 46]. (مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي).
او كله چې صحابه و –رضي الله عنهم– خپل كورونه پرېښودل، او د الله د خوښې لپاره يې پرېښودل؛ نو په خپل رضوان او خوښۍ سره یې هغوی ته بدله ورکړه: دنیا یې د هغوی تر قبضې لاندې راوستله او دنیا یې د هغوی په واسطه فتحه کړه.
هغه –سبحانه و تعالی – ډیر قدردان ذات دی؛ بنده له اور څخه د یوې ذرې د خیر کار په کولو سره را باسي، دغه لږه اندازه هم نه ضایع کوي، په یوه متفق علیه حدیث کې راغلي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: "یو سړی پر سړک روان وو، د ازغي یوه څانګه یې په لاره وموندله او هغه یې د لارې نه لرې کړه، نو الله تعالی د هغه دا نیکي قبوله کړه، او هغه ته یې بخښنه وکړه".
نو د هغه چا به څه حال وي چې د خلکو له لارې معنوي خنډونه لرې کوي؟ نو د هغه چا به څه حال وي چې د خلکو په چارو کې اسانتیاوې راولي، د هغوی غمونه لرې کوي، د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې ورسره مرسته کوي، او د هغوی په زړونو کې خوښي راولي؟! او دا ټول د هغه –سبحانه و تعالی- له خوا دي؛ چې تا ته یې په اول او آخر کې توفیق درکړي.
لکه څنګه چې هغه –سبحانه و تعالی– په حقیقت کې ډیر قدر دان دی؛ هغه ته د خپل مخلوق تر ټولو محبوب کس: هغه څوک دی چې د قدردانۍ په صفت پیژندل شوی وي، او همدارنګه د هغه تر ټولو بد مخلوق هغه دی: چې دغه صفت و نلري او ددې صفت مخالف صفت لرونکی وي.
امام ابن القیم -رحمه الله- فرمایلي: "نعمتونه د الله له طرفه ازمایښت او امتحان دی؛ چې په هغې کې د شکر کوونکي شکر او د انکار کوونکو انکار څرګندیږي".
او شکر په دوه ډوله دی:
لومړی: چې په ژبه باندې وي، او هغه: د نعمتونو ورکوونکي ستاينه کول دي.
او بل: د ټولو اندامونو سره شکر ادا کول، او د الله –عزوجل- په اطاعت کې یې کارول دي.
او دا د ټولو پیغمبرانو او صالحینو (عادت) عمل دی.
بخاري روایت کوي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به د شپې لمونځ لپاره ولاړیده تر دې چې پښې به یې وپړسېدلې، نو عایشې -رضی الله عنها- به ورته وویل: ته دا کار ولې کوې حال دا چې الله ستا مخکیني او راتلونکي ګناهونه بخښلي؟! نو هغه وفرمایل: «أَفَلَا أَكُوْنُ عَبْدًا شَكُوْرًا؟!». "ایا زه باید شکر ګذار بنده و نه اوسم؟!".
او الله –عزوجل- د داود -علیه السلام- کورنۍ د هغوی د شکر ادا کولو له امله ستاینه وکړه: (اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا) (اې آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره). [سبا سورت: ایت 13].
او که څه هم چې د الله –جل وعلا- په بندګانو کې لږ شمېر هغه دي چې د شکر عبادت یې ترسره کړی؛ نو بنده باندې یې واجب کړي چې د هغه د شکر او قبلولو لپاره مدد وغواړي.
نو لدې کبله پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- معاذ ته نصیحت کوي چې له هر لمانځه وروسته باید ووایي: «اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ!» "اې الله، ما سره مرسته وکړه چې ستا ذکر، شکر ادا کړم، او ښه عبادت کوونکی اوسم!". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
په بل حدیث کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «رَبِّ اجْعَلْنِي لَكَ شَكَّارًا، لَكَ ذَكَّارًا» "اې ربه، ما تا لره شکر ګزار، او ذکر کوونکی جوړ کړه". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
بیا د رب العالمین له لوري د دې ضمانت په اړه فکر وکړه، که ته شکر ویستونکی وې؛ نو الله –عزوجل- فرمايي: (مَّا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا) (الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى). [النساء سورت: ایت 147].
او شکر تا لره دی، الله –عزوجل- فرمایي:- (وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ) (او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى). [لقمان سورت: ایت 12]، او څوک چې ډیر غواړي، هغه باید شکر وباسي (وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ) (او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه والی راولم). [إبراهيم سورت: ایت 7].. الله څومره مهربانه دی!
خبردار چې ځان له نورو سره په نعمتونو او ورکړو کې پرتله کړې؛ ځکه چې دا به ستاسو د غم او تکلیف لامل شي، او د هغه –سبحانه و تعالی- په قول عمل وکړه: (فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ) نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه [الأعراف سورت: ایت 144].
د زړونو کيلي:
او د الله –جل وعلا- د شکر څخه: د هغه چا شکر ادا کول چې الله د هغو له لارې هغه باندې احسان کړی وي، او لومړی یې مور او پلار دي: (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ) (دا چې ته زما او د خپل مور و پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي). [لقمان سورت: ایت 14].
د امام احمد په مسند کې راغلي دي: «مَنْ لَا يَشْكُرِ النَّاسَ لَا يَشْكُرُ اللهَ» "هغه څوک چې د خلکو شکر نه ادا کوي د الله شکر نه ادا کوي". [صحیح حدیث دی]
مبارک دی هغه ذات چې د مخلوق شکر هغه لره لږ دی
ځکه چې د هغه د نیکیو لاسونه محدود ندي
او د نعمتونو شکر کوونکي د هغو د شکر کولو لپاره شکر ته اړتیا لري
همدا راز د شکر ادا کولو شکر، شکر ته اړتیا لري
او په هر شکر کې نعمت دی وروسته له نعمت څخه
پرته لدې چې لرې وي، د نعمت په تناسب شکر لږ دی
نو که څوک چې دا کار وکړي هغه د واجب حق ادا کړی
له شکر سربیره یې تحمل کړي هغه څه چې لوی دي
اې الله! موږ له شکر کوونکو څخه وګرځوه؛ اې د جهانونو ربه!
63 - 64
الأَكْـرَمُ الكَرِيـمُ (ډير مهربان سخاوتمند) ذات -جل جلاله-
هغه – صلی الله علیه وسلم- په صحیح حدیث کې فرمایلي: «إِنِّي لَأَعْلَمُ آخِرَ أَهْلِ الجَنَّةِ دُخُوْلًا الَجنَّةَ، وَآخِرَ أَهْلِ النَّارِ خُرُوْجًا مِنْهَا: رَجُلٌ يُؤْتَى بِهِ يَوْمَ القِيَامَةِ؛ فَيُقَالُ: اعْرِضُوْا عَلَيْهِ صِغَارَ ذُنُوبِهِ، وَارْفَعُوْا عَنْهُ كِبَارَهَا! فَتُعْرَضُ عَلَيْهِ صِغَارُ ذُنُوْبِهِ، فَيُقَالُ: عَمِلْتَ يَوْمَ كَذَا وَكَذَا كَذَا وَكَذَا، وَعَمِلْتَ يَوْمَ كَذَا وَكَذَا كَذَا وَكَذَا؟ «زه وروستی کس چې جنت ته ننوځي پیژنم، او وروستی کس چې له دوزخ څخه را ویستل کیږي پیژنم: یو سړی به راوستل شي؛ وبه ویل شي: د هغه واړه ګناهونه ورته وړاندې کړئ، او لوی ګناهونه ترې لرې کړئ! بیا به هغه ته د هغه واړه ګناهونه وړاندې شي، او ورته به وویل شي: تا فلانۍ او فلانۍ او فلانۍ ورځ کې دا کړي، او په فلانۍ او فلانۍ او فلانۍ او فلانۍ ورځ کې دې دا کړي؟
فَيَقُوْلُ: نَعَمْ، لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُنْكِرَ؛ وَهُوَ مُشْفِقٌ مِنْ كِبَارِ ذُنُوبِهِ أَنْ تُعْرَضَ عَلَيْهِ. هغه به ووايي: هو، انکار به نه شي کولی؛ او هغه دا تشویش کوي چې د هغه لوی ګناهونه ورته وړاندې نشي.
فَيُقَالُ لَهُ: فَإِنَّ لَكَ مَكَانَ كُلِّ سَيِّئَةٍ حَسَنَةً، فَيَقُوْلُ: رَبِّ! قَدْ عَمِلْتُ أَشْيَاءَ لَا أَرَاهَا هَا هُنَا». بیا به ورته وویل شي: ستا د هرې بدۍ پر ځای نیکي درکول کیږي، هغه به ووایي: اې ربه! ما خو ځیني کارونه کړي دي چې زه یې دلته نه وینم».
ابو ذر -رضي الله عنه- د حدیث راوي وایي: ما رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ولید چې ویې خندل، تر دې چې د ژامې غاښونه یې ښکاره شول. [مسلم روایت کړی].
الله څومره مهربان دی! او الله څومره حلیم دی! او الله څومره لوی دی!
(يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ) (اې (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې؟) [الانفطار سورت: ایت 6]، (وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ) (او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يوازې د ځان لپاره شكر وباسي او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى). [النمل سورت: ایت 40].
او سخاوت: د خیر او ستاینې لپاره یو جامع لفظ دی، د هغه څخه مراد یوازې ورکول ندي، بلکه د ورکولو بشپړه معنا ده، له همدې امله؛ د نوم د معنا په اړه د اهل علمو په نیز ډیر اقوال شتون لري، او ټول نومونه یې چې را نقل کړي دي حق دي.
زموږ رب –جل وعلا- د ډیر خیر او ورکړې څښتن دی، تل د خیر ورکوونکی دی، هغه لره لوی مقام او شان دی، له نیمګړتیاوو او افتونو څخه پاک دی، ورکوونکی، انعام کوونکی، او احسان کوونکی دی؛ هغه ذات چې پرته له عوض او پرته له سببه ورکوي، محتاج او غیر محتاج ته يې ورکوي، که وعده وکړي وفا کوي، هغه ته کوچنۍ او لوی اړتیاوې وړاندې کیږي، هغه څوک چې ورته رجوع وکړي هغه نه ضایع کیږي، له ګناهونو څخه تیریږي، بدۍ بخښي، بلکه بدۍ په نیکۍ بدلوي، مخکې له دې چې وغواړو هغه موږ ته راکوي.
موږ ته یې غوږونه او سترګې، زړونه او غړي، ځواک، ښکاره او پټې وړتیاوې راکړي دي؛ چې موږ نشو کولی هغه وشمیرو (وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ) (او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى). [إبراهيم سورت: ایت 34]، پرته له دې چې د هغه څخه یې وغواړو موږ باندې مهرباني کوي، او مخکې له دې چې موږ یې له هغه څخه وغواړو؛ د خپلې مهربانۍ او احسان له مخې، نو هغه يې ورکوي او ستاینه کوي.
زموږ مهربان رب –جل وعلا-؛ هغه ذات چې د قدرت باوجود بخښنه کوي، او که وعده وکړي وفا کوي، نو مؤمنانو ته په دنیا او آخرت کې د فضل، خیر، برکت او بیلابیلو نعمتونو او ورکړې وعده کړېده.
بلکه د هغه –سبحانه و تعالی- له سخاوت او مهربانۍ څخه دا دي چې هغه د خپلو نافرمانو بندګانو عذاب د خپلې ارادې سره تړلی دی؛ كه وغواړي عذاب وركوي، او كه وغواړي هغوی ته بخښنه كوي.
زموږ رب چې سوال کوونکي بې ځوابه نه پریږدي.. "هغه ژوندی او سخي دی".
وریې کړل او ویې ستایه:
نو هغه ایمان ورکوي، بیا یې پر هغه ستاینه کوي: (وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ) (او لېكن الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يوازې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) لپاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې پر تاسو به ظلم نه كېږي). [البقرة سورت: ایت 272].
جنید له یوه سړي څخه واورېدل چې ویل یې: (إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِّعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ) (بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و). [ص سورت: ایت 44]؛ هغه وفرمایل: سبحان الله! وریې کړل او بیا یې وستایه، یعنې: هغه ته یې صبر ورکړ، بیا هغه ستایي اوصفت یې کوي.
زه الله ته ستاینه، شکر او ثنا ډالۍ کوم
زموږ مولا لره ستاینه ده، او پر هغه تکیه کیږي
او زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل رب نشته
سخي، او مهربان دی، او هغه امید بخښونکی دی
نو پاکي ده هغه ذات لره چې سخي او مهربان دی !!
مهرباني د هغه له صفتونو څخه ده، سخاوت د هغه له سترو صفتونو څخه دی، او ورکړه د هغه له لوړو ډالیو څخه ده؛ نو څوک به له هغه څخه په سخاوت او مهربانۍ کې لوی وي؟!
هغه ډیر سخي دی:
مخلوق د هغه نافرماني کوي، او هغه د دوی څارنه کوي، په خپلو بسترونو کې د هغوی داسې ساتنه کوي لکه څنګه چې دوی د هغه هیڅ نافرماني نه وي کړي، او د دوی پالنه کوي لکه څنګه چې دوی هیڅ ګناه نه وي کړی، او د ګناهګار سره سخاوت کوي، او بد کار سره مهرباني کوي .. څوک دى چې هغه يې را بللی وي او ځواب یې نه وي ورکړی؟ او څوک دی چې له هغه یې سوال کړی وي او هغه نه وي ورکړی؟ یا هغه څوک دی چې د هغه دروازه یې ټکولی وي او هغه شړلی وي؟! نو هغه د فضل څښتن دی او له هغه څخه د فضل تمه کیږي، هغه سخي دی او له هغه څخه د سخاوت تمه کیږي، هغه سخي او مهربان دی او له هغه څخه د سخاوت او مهربانۍ تمه کیږي.
له ستاینې څخه بې نیازه..
زموږ رب –تبارک و تعالی- زموږ له شکر څخه بې نیازه دی، د شکر ګټې هغه ته نه ورګرځي، او د انکار کوونکو انکار هغه ته ضرر نه رسوي، بیا هم هغه (سخي او مهربان) دی چې په تلوار سره سزا نه ورکوي؛ (وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ) (او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى). [النمل سورت: ایت 40].
او د هغه – سبحانه و تعالی- د بډایتوب او سخاوت له کمال څخه: دا چې بندګان یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي؛ او د هغو ټولو د رزق ضمانت یې کړی دی، که هغه مؤمن وي او که کافر، که انسانان وي او که پیریان: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي. مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ (57) زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي. إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58)) بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى). [الذاريات سورت: ایتونه 56-58].
له امیدونه څخه ډیر ورکوي..
د هغه د عظمت له جملې څخه: دا چې مسایل او دعاګانې پر هغه باندې لويي او ډیر والی نکوي؛ که هر څومره ډیرې او لويې وي، په صحیح حدیث کې هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «إِذَا دَعَا أَحَدُكُمْ؛ فَلَا يَقُلْ: اللَّهُمَّ اغْفِر لِي إِنْ شِئْتَ! وَلَكِنْ لِيَعْزِمِ المسألةَ، وَلِيُعْظِمْ رَغْبَتَهُ؛ فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- لَا يَتَعَاظَمُهُ شَيْءٌ أَعْطَاهُ» "که ستاسو څخه یو څوک دعا وکړي، داسې دې نه وایي چې: اې الله ما وبخښه، که ستا خوښه وي! لیکن خپله غوښتنه دې کلکه وغواړي، او خپل طلب دې لوړ کړي؛ ځکه چې د الله په نیز د هیڅ شي ورکول لوی نه دي". [مسلم روایت کړی]
بلکه د هغه –سبحانه و تعالی- له سخاوت څخه دا دی: چې هغه –سبحانه وتعالی- لره دعا کول یې ترټولو با عزت عبادت ګرځولی دی، په صحیح حدیث کې هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللهِ -سُبْحَانَه- مِنَ الدُّعَاء» "د الله – سبحانه- په نیز له دعا څخه بل هیڅ شی د عزت وړ نه دی". [حسن حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
بلکې د هغه –سبحانه و تعالی- ستر سخاوت ته وګوره: هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ كَرِيمٌ يَسْتَحِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا خَائِبَتَيْنِ» "په حقیقت کې، الله ډیر د حیا او سخاوت څښتن دی، او حیا کوي کله چې یو سړی خپل لاسونه ورته پورته کړي او هغه بیرته ناامیده او تش وګرځوي". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او د هغه سخاوت دوامداره دی؛ تر هغه وخته نه دریږي چې ته ورسره ملاقات وکړې، نو ته وګوره د قیامت په ورځ به تا ته ترټولو ستره او لویه ډالۍ وړاندې کیږي -که چیرته مومن اوسیږې -. (أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ) (همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى). [الأنفال سورت: ایت 4].
بلکې له هیلې څخه ډیر ورکوي، او په متفق علیه قدسي حدیث کې راغلي دي: «قَالَ اللهُ -عز وجل- : أَعْدَدْتُ لِعِبَادِيَ الصَّالحِين: مَا لَا عَيْنٌ رَأَتْ، وَلَا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلَا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ» «الله –عزوجل- فرمایلي: ما د خپلو نیکانو بندګانو لپاره هغه څه چمتو کړي دي چې نه کومې سترګې لیدلې دي، نه کوم غوږ اوریدلي دي، او نه د چا په زړه کې تیر شوي دي»، او د دې ټولو څخه لوی څیز: د هغه مهربان ذات مخ ته کتل دي؛ (وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ (22) (په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي. إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (23)) خپل رب ته به كتونكي وي. [القيامة سورت: آیتونه 22-23].
اې الله! موږ لدې ډلې څخه جوړ کړه؛ اې تر ټولو مهربان ذاته!
تله:
د قيامت په ورځ د عزت او ذلت تله: تقوا ده؛ (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) (بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى). [الحجرات سورت: ایت 13]، د کفارو لپاره عزت نشته، بلکې سپکاوی دی: (وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ ۗ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ۩) (او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي). [الحج سورت: ایت 18]، په دنیا کې د خلکو مقیاس ته اعتبار نشته؛ کوم چې الله –تبارک و تعالی- په دې ډول ذکر کړی دی: (فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ (15) (نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ. وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ (16)) او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم). [الفجر سورت: ایتونه 15-16].
ابن الجوزي -رحمه الله- فرمايي: "او په عامو خلکو باندې د شیطان له فریب څخه: دا چې دوی ګناهونه کوي، او که تاسو یې مخه ونیسئ، دوی به ووايي: رب ډیر مهربان دی، او بخښنه پراخه ده!".
پند او نصیحت..
څوک چې قرآن سره تعلق پیدا کړي؛ هغه ته په دواړو جهانونو کې د عزت زیری ورکول کیږي، ځکه چې الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ) (بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى). [الواقعة سورت: ایت 77]، ډیر خیر لرونکی، د ډیرې پوهې لرونکی، حافظ ته عزت ورکوي، او لوستونکي ته ویاړ ورکوي.
او د سخاوت څښتن –سبحانه و تعالی- ډوب شوی ژغوري، غایب بیرته راولي، مصیبت ځپلي ته عافیت بخښي، د مظلومانو سره مرسته کوي، ګمراه ته هدایت کوي، غریبان شتمنوي، ناروغ ته شفا ورکوي، د ستونزمن ستونزه خلاصوي، او خوښ ګڼي چې په خپلو نومونو سره وبلل شي، او نبي –صلی الله علیه وسلم- به د ستونزو پر مهال داسې ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او بردبار دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمكې څښتن دى". [بخاري او مسلم روایت کړی].
او الله سخيان خوښوي، ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "څوک چې د الله پر بندګانو باندې سخاوت وکړي، الله به پر هغه باندې په خپله ورکړه او فضل سره سخاوت وکړي، او اجر د عمل له جنس څخه دی".
زه غایبیږم مګر د لطفونو څښتن نه غایبیږي ... او له هغه څخه هېله لرم چې هغه به ما نه ناهیلی کوي ... او له هغه څخه له هغه وخته د خوندیتوب غوښتنه کوم ... چې زه ورسره مخ یم، هغه چې پاېله یې وېښتان سپېنوي ... او خپله غوښتنه په هر حال کې هغه چا ته وړاندې کوم ... چې په هغه سره زړونه ډاډمنېږي ... او زه د الله له دروازې پرته بله دروازه نه لرم ... نه څوک ملګری او نه څوک دوست لرم
هغه سخي انعام کوونکی نیک او نرمي کوونکی دی ... ډیر ښه پرده اچوونکی او د غوښتونکي د دعا قبلوونکی دی ... نو ای د بادشاهانو بادشاه زما ګناهونه وبخښه ... یقېنا زه ګناهونو ستا څخه لري کړی یم ... او له بده مرغه خواهشاتو رنځور کړی یم ... خو مګر ستا نه پرته ما لره بل څوک ډاکټر (رنځپوه) نشته.
اې مهربان الله! مونږ په خپل جنت بخښنې او رضایت باندې ونازوه.
65
المُـقِــيـتُ (مخلوق ته په روزۍ سره قوت ورکوونکی) ذات -جل جلاله-
صحیح روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ -تَعَالَى- يَقُوْلُ: يَا ابْنَ آدَمَ! تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِي أَمْلَأْ صَدْرَكَ غِنًى، وأَسُدُّ فَقْرَكَ، وَإِنْ لَا تَفْعَلْ؛ مَلَأْتُ يَدَكَ شُغْلًا، وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ» «الله –تعالی- فرمايي: اې د آدم اولاده! خپل ځان زما د عبادت لپاره وقف کړه، زه به ستا زړه له شتمنۍ ډک کړم، او ستا د فقر مخه به ونیسم، او که داسې دې و نه کړل؛ زه به ستا لاسونه په کار باندې ډک کړم، او ستا د فقر مخه به و نه نیسم». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی]. او په صحیح حدیث کې راغلي: «يَدُ اللهِ مَلْأَى لاَ يَغِيضُهَا نَفَقَةٌ، سَحَّاءُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ، أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْفَقَ مُنْذُ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ؟ فَإِنَّهُ لَمْ يَغِضْ مَا فِي يَدِهِ» «د الله لاس ډک دی او د ورځې او شپې انفاق کول هغه نه کموي، ایا تاسو نه ګورئ چې هغه د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو راهیسې څومره انفاق کړی دی؟ هغه څه چې د هغه په لاس کې وو ندي کم شوي». [بخاري روایت کړی -او دا د هغه لفظ دی- او مسلم هم روایت کړی].
هغه الله –سبحانه و تعالی- باندې د اسمانونو او ځمکې چارې ولاړې دي او د دنیا او آخرت چارې د هغې په واسطه سمبالیږي، لوند او وچ ورته تسلیم دي.
د بادشاهۍ واک د هغه په لاس کې دی، د شیانو اندازې د هغه سره دي، د معاملاتو چابیانې د هغه سره دي، د بندګانو برخلیک هغه ته ورګرځي، ټول عزت هغه لره دی، او ملک ټول هغه لره دی، د هغه د ورکړې منع کوونکی نشته، او د هغه د منعې ورکوونکی نشته.
نو ايا هغه سخي، ځواکمن، رحم کوونکى او قوت ورکوونکی ذات لدې عاجزه کیدلی شي چې تا ته يوه ډوډۍ، خوراک او څښاک درکړي، چې ستا روح ورسره ژوندۍ شي؟
او مونږ به څومره نیکمرغه یو چې د الله له خورا ښکلي نومونو څخه یو نوم سره تم شو، چی هغه المقیت –تبارک و تعالی- دی.
الله – عزوجل- فرمایي: (مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا) (چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به پدې سره (د ګناه) پېټی وي او الله له همېشه پر هر شي باندې قدرت لرونكى دى). [النساء سورت: ايت 85].
المقیت: په هر شي قدرت لرونکی؛ چا چې خواړه (روزي) پیدا کړي دي.
المقیت: الحفیظ؛ څوک چې هر څیز ته د اړتیا په اندازه له ساتنې څخه ورکوي.
نو زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه لوی ذات دی چې ټولو موجوداتو ته یې خواړه رسولي دي، او هغوی ته یې د هغه رزق رسولی او په خپله خوښه، حکمت او ستاینې سره یې ویشلی دی.
نو هر مخلوق ته روزي شته: د بدنونو قوت او روزي: خوراک او څښاک دی، د ارواحو قوت او روزي: علوم دي، او د ملائکو قوت او روزي: ستاینه ده.
نو الله –عزوجل- خپلو بنده ګانو ته قوت (روزي) ورکوونکى دی، د هغوى ساتونکى، د هغوى د حالاتو شاهد، او له هغوى څخه باخبر دی.
رب –سبحانه و تعالی- د بندګانو د مصلحتونو پر اساس عمل کوي؛ او هغوی ته قوت او روزي ورکوي.
تر ټولو ښه روزي: عقل دی، او چا ته چې عقل ورکړل شوی وي، الله –تبارک و تعالی- هغه ته عزت ورکړی دی.
اې الله! تا لره هغه احسان دی چې تول مخلوق ته رسیدلی دی
چې په ټول مخلوق کې په ډیره پیمانه شتون لري
او له تا پرته، ستا خزانې له بل چا سره نشته چې
په لګښت او انفاق سره ډیریږي، تر څو پرې بخل وکړي
زه تا ته پناه راوړم اې الله، زمونږ له بدو کړونو څخه
چې ستاسو نعمتونه له مونږ څخه وګرځول شي
ډاډه اوسه!
د هغه څه په اړه مه بوخت کېږه چې تا ته تضمین شوي دي؛ الله د خپل ځان په باره کې فرمایلي دي: (المقیت، قوت او روزي ورکوونکی) او د خپل ځان په اړه یې فرمایلي دي: (الرزاق، روزي ورکوونکی).
او المقیت – قوت او روزي ورکوونکی- له الرزاق څخه خاص دی؛ نو، القوت: هغه څه چې په هغه سره بدن تغذیه کیږي، او الرزق: هر هغه څه چې د بنده تر ملکیت لاندې راځي، په شمول د هغه څه چې د خوړو وړ دي او څه چې نه خوړل کیږي.
تر څو چې موده او اجل پاتې وي؛ خواړه او روزي به راځي، او که د روزۍ یوه لاره یې په څه حکمت سره در باندې بنده کړه، هغه به ستا لپاره په خپل رحمت سره بله لاره پرانیزي.
او د جنین حالت ته پام وکړه: هغه ته خواړه راځي چې هغه: وینه ده، او له یوې لارې څخه راځي، چی هغه: ناف (نوم) دی، او کله چې د مور له رحم څخه ووځي، دغه لاره هغه باندې بنده شي، او دوه نورې لارې هغه ته خلاصیږي، د هغه لپاره چې لومړي خواړه خورا ښه او خوندور وي؛ پاکې او خوندورې شیدې، او کله چې د شیدو د تغذیې مرحله بشپړه شي، د هغه لپاره څلور نورې لارې خلاصیږي، چې د هغې لارې څخه دوه خواړه او دوه څښاک ترلاسه کوي؛ اما دوه خواړه: حیوانات او نباتات دي، او د دوه څښاک : اوبه او شیدې دي.
کله چې مړ شي نو هغه څلور لارې بندې شي، او د جنت اته دروازې د مؤمنانو لپاره پرانستل شي؛ دوی به له هرې دروازې چې وغواړي جنت ته به ننوځي!
منندوی اوسه!
د الله –تبارک و تعالی- نعمتونه له شمېرلو څخه پورته دي، او هیڅ محدودیت نلري، او هیڅ حساب یې مقید کولی نشي: (وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ) (او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى). [إبراهيم سورت: ایت 34].
داسې نعمتونه دي چې ډېر مهربان او جلیل القدر ذات یې مخلوق ته ورکوي، پرته له دې چې له هغوی څخه ووېرېږي او یا امید ولري، بلکې هغوی باندې فضل، مهرباني، نیکي، احسان، سخاوت، او منت کوي. (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي. مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ (57) زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي. إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58)) بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى) [الذاريات سورت: ایتونه 56-58]، مګر ډیری خلک شکر نه کوي: (يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ) (دوى د الله نعمتونه پېژني، بیا له هغو نه انكار كوي او د دوى زیاتره كافران دي). [النحل سورت: ایت 83].
هغه تا ته بې لدې چې هغه باندې حق ولرې درکړی دی، بیا تا د هغه له حقوقو څخه انکار وکړ! ستا سره مینه کوي پرته لدې چې ستا ورباندې احسان وي بیا تا د هغه له احسان څخه انکار وکړ! (قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ) (انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!). [عبس سورت: ایت 17].
د الله – تبارک و تعالی- نعمتونه پر تا باندې وریږي؛ کله چې وغواړې تاته یې درکوي، او که دعا وکړې ستا ځواب درکوي، او که ته مرسته وغواړې درسره مرسته کوي، ستا لپاره پرته له هغه څخه بې نیازي نشته؛ که شکر کوې، نو د هغه بل نعمت شکر وباسه چې تا ته یې درکړی دی؛ (وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ) (او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم). [إبراهيم سورت: ایت 7].
د شتمنۍ ستنې:
او که بني ادم د سرو زرو يوه دره ولري، نو دوی خوښوي چی دوه درې ولري.
او خوښي دا نه ده چې: د ټولې نړۍ ملکیت ولرې، مګر د انسان خوښي: پدې کې ده چې د خپلې ورځې لپاره خواړه، د بدن سلامتیا، او امنیت ولري. «مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ، مُعَافًى فِي جَسَدِهِ، عِنْدَهُ قُوْتُ يَوْمِهِ؛ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا» «څوک چې په تاسو کې په خپل بدن کې خوندي وي، په بدن کې صحتمند وي، د خپلې ورځې لپاره خواړه ولري؛ دا پدې معنی ده چې هغه لره ټوله دنیا ورکړ شوې وي». [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
د صالحانو عادت ..
مؤمن په ځان ډاډمن وي؛ ځکه چې هغه پوهېږي چې الله قوت او روزي ورکوونکی دی، او دا چې د هغه روزي لیکل شوې ده، او تر هغه به نه مري تر څو چې خپله روزي بشپړه نه کړي، نو هغه خپلې هڅې سره پر الله توکل کوي او د خپل ځان او شاوخوا خلکو د قوت او ځواک څخه بې زاره کیږي، او خپل زړه الله –سبحانه و تعالی- باندې چې قوت او روزي ورکوونکی دی تړلى ساتي، ځکه چې هغه پوهیږي چې د هغه -سبحانه و تعالی- د تسلط، قوت، او ځواک څخه پرته بل تسلط، قوت او ځواک نشته.
لکه څنګه چې په "صحیح مسلم" کې راغلي دي چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د خپل رب -عزوجل – څخه روایت کوي چې هغه فرمایي: «يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلَّا مَنْ أَطْعَمْتُهُ؛ فَاسْتَطْعِمُونِي أُطْعِمْكُمْ». «اې زما بندګانو، تاسو ټول وږي ياست، پرته له هغه چا چې ما هغه لره خواړه ورکړي وي؛ نو تاسو زما څخه خواړه وغواړئ تاسو ته به خواړه درکړم».
ابن رجب -رحمه الله- فرمایلي: «ځینو مخکینو خلکو به په خپلو دعاګانو کې د الله څخه د خپلو ټولو اړتیاو غوښتنه کوله، حتا د خپلو اوړو لپاره مالګه او د خپل پسه لپاره د وښو (ګیاه) غوښتنه به یې کوله».
نو څوک چې د الله نوم: المقیت، یاد کړي، او د الله شتون په المقیت نوم سره احساس کړي، او په هغه څه باور ولري چې هغه یې لري، هغه به ابدي خوشحالۍ ترلاسه کړي، چې هغه: په دنیا او آخرت کې راضي اوسیدل دي.
همدارنګه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د کورنۍ خوراک او نفقې باندې د اجر د غوښتلو لپاره صدقه او خیرات ورکوي، نو د دوی دا کار به په ګناه بدل شي که چیرې هغه خپل د لاس لاندې کسان (کورنۍ، اولادونه، غلامان) ضایع او محتاجه کړي؛ ځکه چې نفقه د انسانانو په حقوقو پورې تړلې ده، هغوی ډیر مستحق دي او حق یې ثابت دی، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح روایت کې راغلي دي چې فرمایي: «كَفَى بِالمَرْءِ إِثْمًا: أَنْ يُضَيِّعَ مَنْ يَقُوْتُ» «د انسان د ګناه لپاره همدا کافي ده، چې د هغه چا څخه بې پروايي وکړي، چې د هغوی روزي پر هغه باندې وي». [حسن حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د خپلې کورنۍ لپاره د ټول کال د خوراکي توکو د خوندي کولو لپاره لیواله و، په بخاري کې نقل شوي دي چې وايي: «رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د بنو نضیر د کجورو ونې یې خرڅولې او د خپلې کورنۍ لپاره به یې د هغوی د یو کال خواړه ساتل».
او د هغه – صلی الله علیه وسلم- د دعاګانو څخه: «اللَّهُمَّ! اجْعَلْ رِزْقَ آلِ مُحَمَّدٍ قُوْتًا» «اې الله! د محمد د کورنۍ روزي ګوزاره حالې وګرځوه». [مسلم روایت کړی]. يعنې: هغه څه چې دوی ته روزي ورکوي او بسنه کوي؛ تر څو فقر هغوی ستړي نکړي، او سوال کول دوی سپک نه کړي، او د دې لپاره چې دنیا ورته خلاصه نشي او دوی په هغې باندې تکیه ونکړي؛ دنیا پریښودونکی او اخرت پاتې کېدوونکی دی، نو باقي په فاني باندې مه غوره کوه -زما د رب درودونه دې وي پر هغه او د هغه پر کورنۍ باندې، او پر هغو کسانو چې د قیامت تر ورځې پورې د هغه د لارښوونو پیروي کوي-.
اې الله! موږ له تاسو څخه ستاسو په المقیت نوم سره غوښتنه کوو: چې موږ ته پراخه فضل څخه راکړې، او موږ سره مرسته وکړې چې ستاسو اطاعت وکړو، ستاسو ذکر او شکر ادا کړو.
66
الـوَاسِــعُ (پراخي ورکوونکی) ذات -جل جلاله-
کله چې د ایمان خاوندانو د الله (الواسع) نوم واورید، نو زړونه یې د هغه په یاد ولګېدل، او د دوی روحونه د هغه د لیدو لیواله شول، ځکه چې د دوی زړونه پرته لدې چې هغه ته سجده وکړي، د هغه د کور طواف وکړي، د هغه په وړاندې ودریږي، د هغه لپاره له خوبه پاڅي، او د هغه په لاره کې قرباني ورکړي، الله –جل و علا- فرمایي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 156]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمايلي: (وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله پراخه فضل والا، ښه عالم دى). [البقرة سورت: ایت 247].
زمونږ رب –عزوجل- پراخي ورکوونکی او بډای دی، لوړ دی. هغه ذات چې د هغه بډای خپلو ټولو بندګانو ته رسیدلې ده، او خپل ټول مخلوق ته یې کفایت، احسانونو، سخاوت او تدبیر رسولی دی.
او هغه –عزوجل- په خپل ذات، صفتونو، عملونو، مالکیت، پادشاهۍ کې مطلق پراخي ورکوونکی دی، هیڅ څوک هغه لره ستاینه نشي شمیرلی څرنګه هغه د خپل ځان ستاینه کوي، که هرڅومره ستایوونکی د هغه د ستاینو بیان وکړي، دوی به د هغه جوهر ته ونه رسیږي، او نه به د هغه پوهې باندې احاطه وکړي.
او زمونږ د رب پوهې هر څیز راګېر كړى دى: (وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا) (زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 89]، له هغه څخه هیڅ شی پټ ندی، نو الله –سبحانه و تعالی- هغه لوی ذات دی چې په توره شپه کې په همواره ډبره باندې د تور میږي غږ اوري، له هغه څخه په ځمکه او آسمان کې هیڅ شی پټ نه دی.
او د هغه پوهه د زړونو رازونو ته شاملیږي، او هغه څه چې سینو ته د خیر او شر څخه پټې ساتلي دي؛ (يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ) [هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي)]. [غافر سورت: ایت 19]، (وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ) (او پوه شئ چې یقینًا الله پر هغه څه پوهېږي چې ستاسو په نفسونو كې دي، نو له هغه (الله) نه وېرېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل كوونكى دى). [البقرة سورت: ایت 235].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- د پراخې بخښنې څښتن دی؛ هر هغه چا ته بخښنه کوي چې توبه وباسي او هغه ته رجوع کوي؛ که د هغه ګناهونه او خطاګانې هرڅومره ډیرې وي: (إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ) (بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى). [النجم سورت: ایت 32].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی-؛ هغه چې په خپلو بندګانو باندې د دوی دين پراخوي او په هغوی باندې بار او مسولیت نه اچوي چې د دوی په وس کې نه وي، (وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر پراخۍ والا، ښه پوه دى). [البقرة سورت: ایت 115] .
وَأَشْهَـدُ أَنَّ اللهَ لَا رَبَّ غَيرُهُ او زه ګواهي ورکوم چې له هغه پرته بل رب نشته
سخي، او مهربان دی، او هغه امید بخښونکی دی
کله چې له هغه څخه د ښو څیزونو غوښتنه وشي، په ډیره پیمانه ورکوي
او د افتونو بدوالی لرې کوي او لمنځه یې وړي
او مخلوق ته په پراخه پیمانه خیر او له ښو څیزونو څخه ورکوي
نو هغه هر کله بډای او قناعت بخښي او تبدیلوي
هر کله چې ثنا ویوونکی هغه باندې ډیر ثناوې ووایي
نو عرش خاوند په عظمت کې لوړ او ښکلی دی
پراخي راوستونکی ذات ستا د انیښنو لپاره بسنه کوي!
څوک چې د الله (الواسع) په نوم پوه شي: د هغه ویره له منځه ځي، او په زړه کې یې اطمینان راځي، او د هغه لپاره د امید دروازه پرانیستل کیږي.
هغه بزګر چې د حاصلاتو وخت یې وځندیږي، اوبه کمې شي، او میوو ته یې اړتیا زیاته شي؛ کله چې پوه شي چې الله د پراخې پوهې څښتن دی؛ اسمان ته به وګوري، زړه به يې له خپل رب سره وتړل شي، او غږ به وکړي: اې د پراخې ورکړې څښتنه.. اې الله.. اې د ډېر رحمت څښتنه، اې د ډېرې مهربانۍ څښتنه! ما له خپلو برکتونو او نعمتونو څخه برخمن کړه.
او هغه بې اولاده چې د ورځې په تیریدو سره دردونو ستړی کړی وي، د ماشوم لرلو شوق ولري چې ورسره لوبې وکړي چې ژوند یې ورسره مشغول شي، حمل وځنډیږي او غمجن شي او د خلکو پر دې خبرې کله چې ووایي: بې اولاده! او په داسې حال کې چې دا ورته پیښیږي، او غم خپریږي؛ د هغه دننه یو بل ژوند را بیداریږي او ورته یادونه کوي چې الله د پراخې مهربانۍ او سخاوت څښتن دی، هغه هغه غوښتونکی نه ردوي چې په قبلیدو یې یقین ولري، او اواز به وکړي: (رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً) (اى زما ربه! ما ته له خپلې خوا نه ښه پاكیزه اولاد راكړه). [آل عمران سورت: ایت 38]، (رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ (89) (اى زما ربه! ما يوازې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې). فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كړ او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت: ایت 89-90]
همدارنګه ناروغ؛ د هغه چیغې الله اوري، او د هغه دردونو باندې الله پوه دی، نو کله چې د پراخې ورکړې ذات په یاد راولي، چې هغه د خپلو بندګانو لپاره شفا ورکوونکی او کافي دی؛ اواز به وکړي: (أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) (ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې). [الأنبياء سورت: ایت 83].
نو الله – سبحانه و تعالی- به اندیښنه، او غم لیرې کړي، او شفا به وکړي.. دا الله – عزوجل- د پراخې ورکړې څښتن دی.
د پور اخیستونکي په زړه کې اندیښنې راټولیږي؛ حتا هغه به دا فکر وکړي چې دغه اندیښنې به پاي ونه مومي، بیا به الله –سبحانه وتعالی- د هغه زړه خلاص کړي، او هغه ته به یې وروګرځوي، نو د پراخې ورکړې، سخاوت او مهربانۍ ذات ته به پناه واخلي؛ بیا به غږ وکړي: اې د ضرورتونو بشپړ کوونکیه.. اې د پراخې ورکړې څښتنه! (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
الله به پور ادا کړي، له هغه ځایه به ورته روزي ورکړي چې تمه یې نه وي، موسکا به ښکاره شي، زړه به آرامه شي، او روح به سکون ترلاسه کړي؛ (قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ) (ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دغه (مصيبت) نه نجات دركوي او له هر غم نه هم). [الأنعام سورت: ایت 64].
نړۍ کې به ستونزه رامنځته شي، او مسئله به ورته ستونزمنه شي؛ حق موندلو لپاره به لاره ونه مومي، او ځواب به ورته ګران شي، نو خپله پزه به خاورو کې ومږي، غږ به وکړي او مرسته به وغواړي: اې تر ټولو سخاوت کوونکیه، د پراخ علم خاونده، د ابراهیم ښوونکیه ماته پوهه راکړه.. اې د سلیمان پوهونکیه، ما پوه کړه!
بیا به توفیق راشي، او خنډونه به د پراخي وروکوونکی ذات - سبحانه و تعالی- له لوري لیرې شي.
ښځه او خاوند به سره اختلاف وکړي، رسۍ به پرې شي، د مینې اړیکې به پرې شي، او د طلاق وروسته به د دوی لپاره وضعیت تنګ شي؛ دوی به پراخي ورکوونکي ذات ته رجوع وکړي.
نو هغه به هر یو لره په بل غوره کس باندې بدلوي: (وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا) (او كه دواړه (ښځه او خاوند) له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې پراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: ایت 130].
بیعې ګټه وکړه ..
یو کس له مصرف کولو څخه ویريږي، او له فقر څخه ډاريږي؛ او دا یوازې د دې لپاره چې شیطان د هغه په سینه کې د شر او غریبۍ وسوسه واچوله، او هغه یې د کنجوسۍ او نه مصرف کولو باندې حکم کوي، (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ ۖ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله پراخه فضل والا، ښه پوه دى). [البقرة سورت: ایت 268].
نو مؤمن په یاد راولي چې الله –سبحانه و تعالی- په خپل قول سره د پراخې مهربانۍ وعده کړی ده: (مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) (څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) پراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ). [البقرة سورت: ایت 245]، او د الله -سبحانه وتعالى- دغه قول په یاد راولي چې- : (قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) [(اې نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله پراخۍ والا دى، ښه پوه دى]. [آل عمران سورت: ایت 73]؛ نو هغه له خپل مال څخه خرچ کوي او خپل رب ته قرض ورکوي، په دې باور وي چې الله –تبارک و تعالی- د هغه بدله به بیا په دواړو جهانونو کې ورکوي، نو برکتونه او رحمتونه به ورباندې نازلیږي، او د پراخوونکي الله چې د مهربانۍ او سخاوت ذات دی خپل پراخ احسان به هغه باندې خپور کړي.
د وېریدونکو اوښکې ...
مؤمن د خپلې ګناه او خطاګانو لوی والی یادوي؛ نو غمونه یې ورباندې هجوم راوړي، او او زړه یې سوځي، او د ځواکمن ذات له ویرې یې له سترګو اوښکې روانېږي؛ نو د الله –عزوجل- دغه وینا په یاد راولي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 156]، او د الله -سبحانه وتعالى- دغه قول چې- : (إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ) (بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى). [النجم سورت: ایت 32].
نو هغه خپله توبه او رجوع کول الله –عزوجل- ته اعلانوي او هیله لري چې هغه -سبحانه و تعالی- یې د خپل پدې وینا کې شامل کړي: (إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا) (مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الفرقان سورت: ایت 70]، د پرښتو د دعا احساس کوي: (رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ) (اې زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته). [غافر سورت: ایت 7]، توبه د هغه د زړه سوځیدنه او د هغه د روح درد له مینځه وړي، او الله –سبحانه و تعالی- هغه به د هغه خلکو څخه وګرځوي چې توبه کوونکي او پاکوونکي دي، بیا به هغه ته تر مرګ پورې ثبات او استقامت ورکړي ، بیا به یې د نعمتونو جنتونو ته راستون کړي، بیا به واوري: (إِنَّ هَٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ) (بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته). [ص سورت: ایت 54].
پیغامونه..
او زمونږ پراخوونکی رب –تبارک و تعالی-؛ هغه ذات دی چې د هغه رحمت ټول مخلوقات یې راګیر کړي دي. (رَّبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ) (ستاسو رب د پراخه رحمت والا دى). [الأنعام سورت: ایت 147].
الله د خپلو بندګانو په دين كې پراخي راوړې ده، او د هغوى څخه یې تنګی او حرج لرې كړی دی، او هغه د ناروغ، مسافر، بوډاګانو او نور هغه کسان چې عذرونه لري اساني راوړې ده، نو هغه –سبحانه و تعالی- پر دوی باندې څه ندي مکلف کړي چې دوی یې نشي برداشت کولی؛ (لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا) (هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه له وَس سره سم). [البقرة سورت: ایت 233]، او که ځمکه چا باندې تنګه شي؛ نو الله –عزوجل- ځمکه خپلو بندګانو لپاره پراخه كړې ده؛ (وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ) (او د الله ځمكه پراخه ده). [الزمر سورت: ایت 10].
او ترټولو پراخه ډالۍ چې الله –سبحانه و تعالی- یې خپل مخلوق ته ورکوي هغه: صبر دی، او هغه –صلی الله علیه وسلم- په صحیح حدیث کې فرمایلي: «وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللهُ، وَمَا أُعْطِيَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ» "او څوک چې صبر وکړي، الله به هغه ته صبر ورکړي، او هیچا ته د صبر څخه غوره او پراخه ډالۍ نه ده ورکړل شوې". [بخاري روایت کړی- او دا د هغه لفظ دی - او مسلم هم روایت کړی].
صبر د عبادت په ټولو چارو کې شامل دی؛ په طاعت کې صبر، په نافرمانۍ کې صبر، او د الله – سبحانه و تعالی- په تقدیراتو صبر، نو ژوند ټول صبر دی تر هغه پورې چې موږ ټول د هغه –عزوجل- سره ملاقات وکړو.
حسن البصري -رحمه الله- فرمايي: "صبر: د خير له خزانو څخه يوه خزانه ده، چې الله هغه نه ورکوي مګر خپل د قدر وړ بنده ته یې ورکوي".
اې هغه ذات چې له نا امیده کېدو وروسته د مخلوق مرسته کوي
په هغو خلکو رحم وکړه چې د فقر لاسونه یې اوږده کړي دي
هغوی دې بغیر له سبب څخه په پراخ روزي باندې عادت کړي دي
پرته له ښایسته هیلي چې د هغه خوا ته یې پراخې کړي دي
اې الله .. اې د پراخی ورکړې څښتنه! زمونږ هر یو ته د هغه له غوښتنې څخه ډیر ورکړه؛ ته پر هر څیز باندې ځواکمن یې.
67
الرَّقـِــيـبُ (لوی ساتونکی) ذات -جل جلاله-
ابن الجوزي -رحمه الله- فرمايلي: "څوک چې خپل باطن سم کړي؛ د هغه د مهربانۍ خوشبویي به خوره شي، او زړونه به د هغه د نیکمرغۍ په خپریدو سره ډک شي، نو پر باطن باندې زیار وباسئ، ځکه چې د هغه په فاسدیدو سره د انسان ظاهري اصلاح ته ګټه نه رسوي".
ابو حفص النیسابوري -رحمه الله- فرمايي: "که ته خلکو سره کیناستې، خپل زړه او نفس ته نصیحت کوونکی اوسه، او پر تا باندې د دوی راغونډیدل تا مغرور نکړي؛ ځکه چې دوی ستا ظاهر ګوري، او الله ستا باطن څاري".
الله لره تر ټولو لوړ مقام هغه دی: چې مؤمن د خپل رب -جل و علا- د څارنې احساس وکړي، او دا چې الله د هغه څارنه کوي، الله د خپل لوړ ذات په ستاینه کې فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) (بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- څارونكى او خبردار دی په هغه څه چې سينو پټ کړي دي، او هغه ساتونكى دى، چې هېڅ شى له هغه څخه پټ نه دی.
او زمونږ رب په هغه څه پوه دی چې په ضمیرونو کې دي، د پټو رازونو شاهد دی او د سترګو پر پټو شیانو شاهد دی، او د هر نفس په کړنو باندې قایم دی.
او زمونږ رب د بنده ګانو د عملونو او کړنو څارونکی دی.
هغه څارونکی او ساتونکی دی، هر هغه څه چې حفظوي له یاده نباسي، د مخلوقاتو ساتنه یې کړې، او هغه یې په غوره ترتیب او خورا بشپړ تدبیر سره ترسره کوي.
او هغه د افکارو څارونکی دی، ترڅو ملاحظه کړي چې فعلونه او غړي څه ترسره کوي
(وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او ستا له رب نه په ځمکه کې او نه په اسمان کې د ذرې په اندازه (شی) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوکی شی او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه کتاب کې دي). [يونس سورت: ایت 61]؛ او هغه –سبحانه و تعالی- د بنده د حالت او د هغه د شپې او ورځې د بدلونونو باندې پوه دی، د هغه د ښکاره او پټو کارونو باندې پوه دی، او د هغه په اقامت او سفر کې خبر دی.
نو هغه څارونکی -سبحانه و تعالی- اوري او ویني، بلکه هغه څه باندې پوهیږي چې په سینو کې پټ دي مخکې لدې چې په شونډو یې راولي، او قلمونه یې په کاغذونو ولیکي.
د هغه مطلق پوهې ټول موجودات راګیر کړي دي، او د هر مخلوق په اړه د هغه بشپړه پوهه؛ هیڅ شی د هغه له علم څخه انکار نشي کولی، د هغه له علم څخه هیڅ شی انحراف نه کوي، او د هغه له علم څخه هیڅ شی نه ورکیږي، د غایب غیبیدل له هغه –سبحانه و تعالی- څخه پوښلی ندي، او پټ څیز له لوی ذات څخه پټیدلی نشي، پټې خبرې د هغه په نیز واضحې دي، او راز د هغه په نیز ښکاره دی، او پټ څیز د هغه په نیز روښانه دی.
بریالی شو..
په المستدرک کې راغلي: یو سړی رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ ويې ويل: اې د الله رسوله! ماته یو جامع سورت ولوله؟ نو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- دا ورته ولوسته: ( إِذَا زُلْزِلَتِ) [الزلزلة:1] (كله چې ځمكه وخوځولى شي). تر دې چې هغه یې پای ته ورساوه، سړي وویل: قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې! زه به هیڅکله پر دې باندې څه زیات نکړم.
بیا هغه سړی ولاړ، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَفْلَحَ الرُّوَيْجِلُ» رویجل (سَړکی) بریالی شو. [حاکم او ذهبي صحیح کړی].
او په "مسند امام احمد" کې د صعصعة بن معاویة رضی الله عنه حدیث دی چې هغه: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ هغه ورته دا ولوسته: (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) (نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8) او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني). [الزلزلة سورت: ایت 7-8]، هغه وویل: "دا ماته کافي ده! زه پروا نه لرم چې پرته لدی څخه څه وا نورم". [حسن دی. ارناووط].
یو آیت چې له انسان څخه فقیه جوړوي او خپل رب ته یې نږدې کوي، هر کله چې دغه آیت تلاوت کړي او عملي یې کړي: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) ((بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1].
نو مؤمن پوهيږي چې الله – تبارک و تعالی - په هر څه كې د هغه څارونكى او شاهد دى؛ مونږ هغه وینو چې حتا د خپلې ساه اخیستلو څارنه کوي، او خپل کار د خپل رب لپاره خالصوي، او په هر څه کې الله څاري .. د خپل رب د څارنې احساس کوي؛ نو په همدې ترتیب سره د احسان مقام ته ورسید، (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي). [الأنعام سورت: ایت 162].
علماوو ويلي دي: له غوره طاعتونو څخه: تل او هر وخت د الله څارنې ته توجه کول دي.
د الله مرسته:
هر څومره چې ستا په ژوند کې د الله – سبحانه و تعالی – څارنه شتون ولري؛ د الله مرسته به درسره وي.
نو د خپل مالک د طاعت څخه مخکې، او په طاعت کې، او په مباح کارونو کې، او د نافرمانۍ په وخت کې خپل مولا وڅاره:
نو د طاعت څخه مخکې؛ د نیت په څارنه او اصلاح کولو کې يې وي؛ د هغه – صلی الله علیه وسلم- د وینا پر اساس چې فرمایي: «وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى» "او هر چا لپاره د هغه د نیت پر اساس بدله ورکول کیږي". [بخاري روایت کړی].
او په طاعاتو کې؛ دا چې د الله څارنې ته دوام ورکړي، او د هغه لپاره خالص وي.
اما په مباح کارونو کې؛ د ادب په مراعتولو، او د نعمتونو په شکر ویستلو باندې ترسره کیږي.
او د نافرمانۍ په وخت کې؛ د الله پر وړاندې جرات او د هغه له حدودو څخه تجاوز و نکړي، نو مؤمن ډیر ژر خپل رب ته په توبه، استغفار او د ګناه په پریښولو سره ورګرځي. (۞ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ) (او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده). [آل عمران سورت: ایت 133].
که ته په دې حالاتو کې الله –سبحانه و تعالی- څارونکی وګڼې؛ حاصل به داشي چې: د سینې پراخي، او د سترګو یخوالی به تاته حاصل شي.
پټه خبره ...
کله چې الله –عزوجل- وفرماييل: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) (بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1]، او فرمایي: (وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا) (او الله دى په هر شي باندې ښه نګران). [الأحزاب سورت: ایت 52]؛ نو هغه موږ ته په ځانګړي ډول خطاب کوي، او موږ ته وايي: اې زما بنده! ایا ته فکر کوې چې که له خلکو څخه د خپلو ګناهونو په پټولو کې بریالی شوې، نو په دې کار کې به زما څخه هم وژغورل شې؟!
دا خبره په ځانګړې توګه په داسې وخت کې یوه ستره خبره ده؛ په کوم وخت کې چې فتنې ډیرې شوي دي، او هغې ته رسیدل اسانه شوي دي.
ویل شوي دي چې: د ځان جوړونې ترټولو پیاوړی عامل: "د الله څارنه ده"، او د ځان د تباهۍ تر ټولو پیاوړی عامل: "د خلکو څارنه ده".
که کومه ورځ یوازې له ځانه سره وي، داسې مه وایه ... چې زه یوازې یم، لیکن ووایه زه څاروونکی لرم
او فکر مه کوه چې الله به یو ساعت له تا څخه غافل وي ... او نه دا چې هغه څه چې له هغه څخه پټ دي غاېبېږي
اې الله! موږ له تا څخه ستا په څارونکي نوم غوښتنه کوو: موږ له خپلو دوستانو څخه وګرځوه، او له ستا څخه په پټه او ښکاره کې د وېرې غوښتنه کوو، او په فقر او شتمنۍ کې ستا څخه د اعتدال، او د غوسې او رضایت په وخت کې د عدالت غوښتنه کوو.
68
الحَسـِيـبُ (د ټولو لپاره کافي) ذات -جل جلاله-
جعفر الصادق -رحمه الله- فرمايلي: "زه هغه چاته حیران یم چې ډاریږي او د هغه – تعالی- وینا ته رجوع نکوي: (حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]؛ ما اوریدلي چې الله د هغې وروسته ویلي دي: (فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ) (نو دوی د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته وګرځېدل، پداسې حال کې چې ونه رسېده دوی ته هېڅ تکلیف). [آل عمران سورت: ایت 174].
زه غمجن کس ته حیران یم چې څنګه د الله تعالی دې وینا ته پام نکوي: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم). [الأنبياء سورت: ایت 87]؛ ما اوریدلي چې الله د هغې وروسته ویلي دي: (فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو). [الأنبياء سورت: ایت 88].
او زه هغه کس ته حیران یم چې دوکه شوی وي، څنګه د الله تعالی دې وینا ته رجوع نکوي: (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ) (او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى). [غافر سورت: ایت 44]؛ ما اوریدلي چې الله ویلي دي: (فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا) (نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته). [غافر سورت: ایت 45]".
کله چې له تا څخه چالونه راتاو شي، او ستا لارې تنګې شي، او امیدونه ختم شي، او رسۍ پرې شي؛ نو ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی او هغه ښه استازی دی!
كه ځمكه د پراخۍ با وجود ستا لپاره تنګه شي، او ستا نفس د هغه څه په خاطر تنګ شي څه یې چې بار کړي دي؛ نو غږ وکړه چې: زما لپاره الله بسنه کوي او هغه ښه استازی دی! پدې وخت کې به مدد راشي، او د هغه مرسته او خلاصون به ژر را ورسیږي. (فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ) (نو دوی د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته وګرځېدل، په دې حال کې چې ونه رسېده دوی ته هېڅ تکلیف). [آل عمران سورت: ایت 174].
او الله –سبحانه و تعالی- خپل ځان خپلو بندګانو ته ورپیژني چې هغه: د هغوی سره حساب کوونکی دی، نو هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا) (او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى). [النساء سورت: ایت 6]، او فرمایلي یې دي: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا) (بېشكه الله د هر شي ښه حساب كوونكى دى). [النساء سورت: ایت 86].
نو زموږ رب - عزوجل – هغه: د ټولو لپاره کافي دی.
او زموږ رب - سبحانه و تعالی – د ټول مخلوق لپاره بسنه کوي په هر څه کې چې دوی ورته اړتیا لري؛ په ګټو کې، او د ضرر په دفع کولو کې.
او د هغه کفایت:
1- د ټول مخلوق لپاره عمومي کفایت؛ د هغوی په پیدا کولو، روزۍ ورکولو، او د هر هغه څه په وړاندې کولو سره چې د هغوی لپاره پیدا شوي دي، (الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ) (زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده). [طه سورت: ایت 50].
2- د هغه ځانګړې بسنه د خپلو موحدو بندګانو لپاره؛ په بریا او ځواکمنتیا سره، او په هر هغه څه له منځه وړل چې دوی ورڅخه کرکه لري، (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) (اې نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى). [الأنفال سورت: ایت 64].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- له ټولو مخلوقاتو څخه به د خپلو اعمالو حساب اخلي په هغه ورځ کې چې دوى بېرته هغه ته ورګرځول كېږي، او د هغې بدله به وركوي، له هغه نه هېڅ شى پټ نه دى، او ځمکه او اسمان کې له هغه څخه د يوې ذرې په اندازه څه شی پوښول شوی نه دی. (وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ) او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو [الأنبياء سورت :47].
په سختو حالاتو کې ستا پالنه کوي..
څوک چې له الله پرته په بل څه وویرول شي او ووايي: الله زما لپاره بسنه کوي! هغه به وژغوري او بریا به ور په برخه کړي.
ابراهیم -علیه السلام- په اور کې واچول شو؛ هغه وويل: زموږ لپاره الله کافي دی او هغه تر ټولو ښه استازی دی! الله ورته هغه یخ او د امن ځای وګرځاوه.
زموږ رسول - صلی الله علیه وسلم - او د هغه صحابه؛ کله چې دوی د کفارو لښکرو او د بت پرستانو لښکرو لخوا وګواښل شول؛ هغوی وویل: (حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (173) (زمونږ لپاره الله کافی دی او هغه ښه کار جوړونکی دی. فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (174)) نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په داسې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى). [آل عمران سورت: ایتونه 173-174].
نو الله د ټولو لپاره کافي دی: هغه ذات چې د سهار په وخت کې ورته د لاسونو ورغوي پورته کېږي، او لاسونه د اړتیا په وخت کې، او سترګې په مصیبتونو کې، او په حوادثو کې پوښتنې.
زورور د هغه په لاس کې دي، کمزوري د هغه په لاس کې دي، ستا روغتیا د هغه په لاس کې ده، ستا ښځه د هغه په لاس کې ده، او هر هغه څوک چې ستا تر لاس لاندې دي، ستا روزي د هغه په لاس کې ده، پاچاهان د هغه په لاس کې دي، ظالم د هغه په لاس کې دی، او ستا دښمن د هغه په لاس کې دی.
ته یوازې دا کار وکړه چې هغه ته پناه ویسه او غږ وکړه: حسبنا الله ونعم الوكيل! زموږ لپاره الله کافي دی او هغه خورا غوره استازی دی!
ستا شعار او جامه ...
"حسبنا الله ونعم الوكيل!" دا: د هر مصېبت نه د خلاصېدو کیلي ده، او نېکبختۍ ته دروازه ده. (فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ) (نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په داسې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى). [آل عمران سورت: ایت 174]، که له ناروغۍ څخه وويریدلې، او تجارت کې دې تاوان وکړ، یا له فقر څخه، او یا د خپل اولاد څخه، او یا د ظالم یا دښمن څخه ووېرېدلې، نو ووایه: حسبي الله ونعم الوكيل، زما لپاره الله کافي دی او هغه غوره ذات دی چې زه پرې توکل کوم!
که کومه ښځه د ولادت په وخت کې یا د خپل ماشوم یا خپل ځان په اړه خفګان ورته ورسیږي، نو باید ووایي: «حسبي الله ونعم الوكيل»، زما لپاره الله کافي دی او هغه غوره استازی دی"، د ابن السني څخه په مرفوع ډول او ابو داود څخه په موقوف ډول روایت دی، او د دې سند تصحیح شعیب ارناووط کړې ده: «مَنْ قَالَ: حِينَ يُصْبِحُ وَحِينَ يُمْسِي: حَسْبِيَ اللهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ، وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ سَبْعَ مَرَّاتٍ؛ كَفَاهُ اللهُ مَا أَهَمَّهُ مِنْ أَمْرِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ». چا چې وویل: کله چې سهار او ماښام ورباندې راشي: (حَسْبِيَ اللهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ، وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ) (زما لپاره الله کافي دی چې له هغه پرته بل معبود نشته هغه باندې زما توکل دی، او هغه د ستر عرش څښتن دی)، اووه ځلې؛ الله به د دې کس د دنیا او آخرت چارو لپاره کفایت وکړي.
ستا د شعار معنا دا ده:
اې ربه! تاته مې پناه دروړه، ستا څخه مې د حمایت غوښتنه وکړه، او له تا نه مې د هغه څه په خاطر مرسته وغوښته چې زه هغه څخه وېرېږم، او تا باندې مې توکل وکړ؛ ته زما لپاره کافی یې، ته زما امید یې، ته زما پټنځای او پناه ګاه یې! (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
او کله چې ته پوه شي چې الله: هغه کافي ذات دی، او هغه حسابکوونکی دی؛ یوازې به هغه ته خپلې اړتیاوې پورته کړې.
او هغه حسابکوونکی، کافي او ساتونکی دی ... او د بنده لپاره هر وخت کې کافي دی
ددې لپاره چې لاره امن وي:
كله چې مؤمن په دې پوه شي: چې سبا به الله له ده سره د لويو او كوچنيو حساب كوي، او له ده څخه به د نقير او قطمير (د کجورې دننه تار او پردې) غوښتنه كوي، او دا چې هيڅ شی له هغه څخه پټ نه دی، او د مخلوق حساب به حسابکوونکي ذات لپاره ستونزمن نه وي؛ نو بنده به تل چمتو وي، او هغه به په ټولو حالاتو کې د الله - عزوجل - څارنه په نظر کې نیسي. (ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۚ أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ) (بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى، اګاه شئ! د حكم (او فيصلې كولو) ټول اختيار خاص د هغه دى، او هغه تر ټولو ژر حساب كوونكى دى). [الأنعام سورت: ایت 62].
د امام احمد په مسند کې راغلي: عایشه -رضی الله عنها- وايي: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي چې په ځینو لمونځونو کې به یې ویل: «اللَّهُمَّ! حَاسِبْنِي حِسَابًا يَسِيرًا»، «اې الله! زما سره اسانه حساب وکړه» ما وویل: اې د الله رسوله! اسانه حساب څه شی دی؟
قال: «أَنْ يَنْظُرَ فِي كِتَابه فيتجاوز عَنْهُ؛ إِنَّهُ مَنْ نُوقِشَ الحِسَابَ يَوْمَئِذٍ -يَا عَائِشَةُ!- هَلَكَ» هغه وفرمایل: «کوم چې د هغه په عمل نامه کې وګوري د ګناهونو څخه تیر شي؛ اې عایشې! په هغه ورځ کې که د چا سره حساب وشي هغه هلاک شو». [صحیح حدیث دی]
او له عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه وویل: «د خپل ځان حساب وکړئ مخکې له دې چې تاسو سره حساب وشي، او خپل عملونه وزن کړئ مخکې له دې چې په تاسو باندې وزن شي، او د لویې نندارې لپاره تیاری ونیسئ؛ په هغه ورځ به تاسو پېش کړی شئ او ستاسو هیڅ شی به پټ نه وي".
قرطبي ویلي: ځینو صالحانو ویلي دي: دا هغه کتاب دی، چې ستا ژبه د هغه قلم دی، ستا د خولې لاړې د هغه رنګ دی، او ستا د بدن غړي د هغه کاغذ دی، تا خپلې ملاېکې ته ویلي، هغه کې څه نه زیات شوي او نه کم شوي دي، او کله چې ته د هغه څخه انکار وکړې، ستا په وړاندې به له خپل ځانه څخه ګواه وي؛ (اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا) (ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى). [الإسراء سورت: ایت 14]".
پند او نصېحت ..
په آخرت کې داسې یوه محکمه ده چې حقونه په کې بیرته ګرځول کیږي؛ په هغه ځای کې به نه درهم وي او نه دینار، مګر حساب به په نیکیو او عملونو وي، په داسې حال کې چې ته به نیکیو ته ډیر محتاج اوسې.
او د توکو د ارزښت له مخې د هغه اندازه ټاکل کیږي! اوسپنه په ټن، میوه.. په کیلو، سره زر.. په ګرام، او الماس.. په قیراط، مګر د آخرت اعمال به ... په ذره باندې وي؛ (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) (نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)) (او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني). [الزلزلة سورت: ایتونه 7-8].
نو خبردار د نورو د حقونو څخه ځان وساته! ځکه چې هغه حلال نه دي؛ حتا که رسول الله -صلی الله علیه وسلم- یې په اړه هغه چاته فیصله وکړي چې له خپل ورور څخه په استدلال کې چالاک وي او ښه استدلال وکړي، ځکه چې له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوي دي چې فرمایلي یې دي: «إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ، وَإِنَّكُمْ تَخْتَصِمُونَ إِلَيَّ، وَلَعَلَّ بَعْضَكُمْ أَنْ يَكُوْنَ أَلحَنَ بِحُجَّتِهِ مِنْ بَعْضٍ، وَأَقْضِيَ لَهُ عَلَى نَحْوِ مَا أَسْمَعُ. "په حقیقت کې، زه انسان یم، او تاسو ما ته خپله دعوا راوړئ، او ستاسو ځینې ممکن د نورو په پرتله ډیر نرم او ښه استدلال ولري، نو زه د هغه په حق کې د هغه د وینا مطابق فیصله وکړم.
فَمَنْ قَضَيْتُ لَهُ مِنْ حَقِّ أَخِيهِ شَيْئًا؛ فَلَا يَأْخُذْ، فَإِنَّمَا أَقْطَعُ لَهُ قِطْعَةً مِنَ النَّارِ» که چیرته ما د هغه د ورور له حق څخه د هغه لپاره څه فیصله کړي وي؛ هغه دې یې نه اخلي، ځکه ګویا کې ما د هغه لپاره د اور یوه ټوټه ورکړه". [د بخاري او مسلم روایت دی].
اې الله! ته مونږ ته بسنه کوې او همدا کافي ده.. زمونږ لپاره اوسه او زموږ پر ضد مه کېږه، موږ او زموږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه.
69
الشَّــهـِــيدُ (هر وخت، حاضر او ناظر) ذات -جل جلاله-
الله د خپل (الشهید) په نوم په دی وینا سره د خپل ځان ستاینه وکړه: (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].
د الله (الشهید) نوم د الله په کتاب کې اتلس ځلې ذکر شوی دی.
زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې له هغه څخه هیڅ شی پټ نه دی، او هغه د هر څه ساتونکی دی، او د هغه پوهې هر څه راګیر کړي دي.
زمونږ رب –سبحانه و تعالی- په حق باندې شاهدي ورکوي، له مظلوم سره انصاف کوي، ظالم ته سزا ورکوي، پټ او ښکاره اوازونه اوري، او ټول واړه او لوی موجودات ويني، او د هغه پوهې هر څه راګیر کړي دي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې د خپلو بندګانو لپاره او هغوی باندې ګواه دی څه چې دوی یې کوي، ځکه چې د هغه ګواهي د ګواهیو اساس دی، د ګواهیو سرچینه او لویه ګواهي ده، نو کله چې هغه د –سبحانه و تعالی- په نیز هیڅ شی پټ نه دی؛ هغه به ضرور هغه باندې ګواه وي، یعنې: په حقایقو باندې پوه دی، او د هغې په لیدلو باندې پوه دی؛ ځکه چې له هغه –عزوجل- څخه هیڅ شی پټ نه دی.
د هغه –سبحانه و تعالی- له عظمت څخه دا دي چې: هغه د خپل ځان لپاره د وحدانیت او عدالت پلي کولو باندې ګواهي ورکوي: (شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ) (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى). [آل عمران سورت: ایت 18].
او د هغه –سبحانه و تعالی- ګواهي د مومنانو په ریښتینولۍ باندې ده کله چې هغوی د هغه یووالی ادا کړي، او د هغه ګواهي خپلو رسولانو او ملاېکو لپاره ده: (وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) (او (ای نبي) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلی یې او کافې دی الله (د) ګواه (په حیث). [النساء سورت: ایت 79].
او د هغه – سبحانه و تعالی- ګواهي د هغه مظلوم لپاره ده چې د ظالم او تجاوز کوونکي په مقابل کې هیڅ ګواه او مرستندوی و نه لري، او دغه ګواهي: د مرستې او ملاتړ تقاضا کوي، الله پاک فرماېلي: (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].
او بندګان د هغه په وحدانیت ګواهي ورکوي، او هغه ته پر بندګۍ سره اقرار کوي: (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا) (او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو). [الأعراف سورت: ایت 172].
حـقـيـقـت:
د بندګانو ګواهي او څارنه وخت پورې محدود دي، او باید متوقف شي؛ بنده ویده کیږي، غافل کیږي، ضعیف کیږي او بیا مري، مګر د الله – تبارک و تعالی- څارنه تلپاتي او بشپړه ده، هغه ژوندی دی او نه مري، (وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې). [المائدة سورت: ایت 117].
د الله –سبحانه و تعالی- ګواهي تر ټولو لویه ګواهي ده، ځکه د هغه ګواهي د حضور او لیدلو ګواهي ده، او له هغه څخه د حقیقت هیڅ اړخونو څخه هیڅ شی پټ ندی؛ لکه څنګه چې په انسانانو کې پیښیږي، او د هغه چا لپاره چې الله ګواهي ورکړي د هغه لپاره کافي ده، او د نورو ګواهۍ ته اړتیا نلري؛ (قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُل لَّا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ) (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما او ستاسو په منځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بې زاره یم چې تاسو يې شریكوئ). [الأنعام سورت: ایت 19].
دا ګواهي یو له هغو سترو شیانو څخه ده چې په دې سره د مخالفینو د باطل او درواغو سره مخ کیږو: (وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ) (او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما او ستاسو په منځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى). [الرعد سورت: ایت 43].
د پېش کیدولو ورځ..
او كله چې بندګان د قيامت په ورځ د الله –سبحانه و تعالی- پر وړاندې حاضر شي، نو الله به د هغوى سره په داسې حال کې حساب وکړي چې د هغوی د کړنو څخه باخبر دی، د دوى په پټو رازونو باندې پوهېږي او د هغوى خبرې او كارونه یې شمیرلي دي؛ (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].
مؤمن په دې پوهېږي چې عملونه به يې له الله سره نه ضايع کېږي، (قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى). [سبأ سورت: ایت 47].
مګر کافر؛ د هغه کار نه ضایع کیږي؛ او كه هغه يې هېر كړي، نو الله حساب كړى دى: (أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى). [المجادلة سورت: ایت 6].
ستا وضعیت..
څوک چې پوه شي چې د هغه رب –سبحانه و تعالی- د هغه پر ظاهر او باطن باندې ګواه دی؛ نو هغه به وشرمیږي چې الله یې په نافرمانۍ او یا په هغه څه کې چې هغه یې نه خوښوي وګوري، او کله چې څوک پوه شي چې الله هغه ویني هغه به ترټولو غوره عمل او عبادت ترسره کړي، او په دې کارونو کې به اخلاص وکړي تر دې پورې چې د احسان مقام ته ورسیږي، او دا د طاعت لوړ مقام دی؛ هغه مقام چې په اړه یې محبوب -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله عبادت په داسې شکل وکړه چې ګویا ته یې وینې، او که ته یې نشې لیدلی هغه خو هرومرو تا ویني». [بخاري او مسلم روایت کړی].
که کومه ورځ یوازې له ځانه سره وې داسې مه وایه
چې زه یوازې یم، لیکن ووایه چې پر ما څارونکی شته
داسې فکر مه کوه چې الله به یو ساعت غافل وي
او نه هغه څه چې له هغه څخه پټ دي غایبیږي
او د مؤمنانو موقف: دا دی چې په یاد راولي چې الله – سبحانه و تعالی- د هغوی ټولو کارونه ګوري؛ که کوچنی وي او یا لوی وي؛ او الله – جل و علا - فرمايي: (وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او ستا له رب څخه نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي). [يونس سورت: ایت 61].
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- معاذ یمن ته ولېږه او ورته ویې وویل: اې د الله رسوله ما ته نصیحت وکړه! هغه وفرمایل: «عَلَيْكَ بِتَقْوَى اللهِ مَا اسْتَطَعْتَ، وَاذْكُرِ اللهَ -عز وجل- عِنْدَ كُلِّ حَجَرِ وَشَجَرٍ..» "څومره چې کولی شي د الله څخه وویریږه، او د هرې ډبرې او ونې په لیدلو سره د الله –عزوجل- ذکر وکړه". [ صحیح حدیث دی. احمد روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمايلي: "د ذکر مداومت په لاره، کور، اقامت، سفر، او په هر ګوټ کې د بنده لپاره د قیامت په ورځ د ګواهیانو زیاتوالی شمیرل کیږي"؛ (يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا) (په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي). [الزلزلة سورت: ایت 4]، (وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) (او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث). [النساء سورت: ایت 79].
او ویل شوي دي: هغه څوک چې الله په خپلو فکرونو کې وڅاري؛ الله به هغه د غړو په حرکاتو کې وساتي.
بيا که ته هغو اوو کسانو ته وګورې چې د قيامت په ورځ به الله هغوی تر سیوري لاندې راولي؛ ته به وګورې چې په دوی کې مشترک څیز: دا دی چې دوی ایمان درلود چې الله په دوی باندې ګواه دی، او دوی خپل حالت ته وکتل او د هغه عبادت یې کاوه لکه څنګه چې دوی هغه ویني، نو دوی دغه مقام ترلاسه کړ.
اې الله چې ګواه یې! موږ له تا څخه غواړو چې موږ ته بخښنه وکړې، پر مونږ رحم وکړې او موږ معاف کړې؛ اې تر ټولو ډیر رحم کوونکیه!
70
الحَــقُّ (حق) ذات -جل جلاله-
فکر کوونکو ته یې خپل دلایل واضح کړل، لیدونکو ته یې خپل ثبوتونه وښودل، او خپلې نخښانې یې عالمیانو ته بیان کړلې، د ضد کوونکو عذرونه یې پرې کړل، او د منکرینو دلیلونه یې رد کړل؛ نو د ربوبیت نښانې روښانه شوې، او د الوهیت نښانې واضحې شوې، او د شک ستونزې او تیارې لیرې شولې، (فَذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ) (نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى). [يونس سورت: ایت 32]، (فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ) (نو اوچت دى الله حق بادشاه دى). [طه سورت: ایت 114]، (ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ) (بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى). [الأنعام سورت: ایت 62].
زموږ رب – سبحانه و تعالی - په خپل ذات، نومونو او صفتونو او کړنو کې حق دی، د هغه په هکله هیڅ شک نشته، هغه په حق سره معبود دی، او د هغه پرته بل هیڅ په حق معبود نشته.
هغه – عزوجل- حق دی، او د حق پرته بل هر څه باطل او ګمراهي ده، او که څوک له الله پرته بل معبود رابلي، هغه باطل او درواغ رابللي دي؛ (ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت: ایت 62].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- حق دی، د هغه خبرې حق دي، عمل یې حق دی، ملاقات یې حق دی، رسولان یې حق دي، کتابونه یې حق دي، دین یې حق دی، او یوازې د هغه عبادت کول حق دي، او هر هغه څه چې هغه ته په حق سره منسوب شوي وي حق دي؛ (فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ) (نو اوچت دى الله حق بادشاه دى). [طه سورت: ایت 114]
په صحیحینو کې د عبدالله بن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په دعا کې راغلي دي: هرکله چې هغه د شپې په پای کې د لمانځه لپاره پاڅيده، نو داسې به یې ویل: «اللَّهُمَّ! أَنْتَ الحَقُّ، وَوَعْدُكَ الحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ». «اې الله! ته حق یې، ستا وعده حقه ده، ستا ملاقات حق دی، ستا خبره حقه ده، جنت حق دی، اور حق دی، محمد حق دی، او قیامت حق دی».
مبارزه..
او دا د حق او باطل تر منځ ابدي مبارزه ده؛ څوک چې له الله سره وي، نو هغه په ښکاره حق باندې دی، او په دنیا او آخرت کې هغه لره بریا ده، (هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) (دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي). [التوبة سورت: ایت 33].
او مومنان د حق پیروان دي، (ذَٰلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ) (دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي). [محمد سورت: ایت 3]، هغوی يو بل ته د حق په نیولو باندې توصیه کوي: (وَالْعَصْرِ (1) (قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه). إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3)) غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى). [سورة العصر].
څوک چې د حق قول ردوي وروسته لدې چې ورته بیان شي: هغه متکبر او پر خپل ځان ظلم کوونکی دی؛ په صحیح حدیث کې هغه – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي: «الكِبْرُ: بَطَرُ الحَقِّ، وَغَمْطُ النَّاسِ» «تکبر: له حق څخه انکار، او د خلکو سپکاوی دی". [مسلم روایت کړی].
لاره چېرته ده؟
ډیری خلک لاهم د حقیقت په لټه کې دي ترڅو حق لوري ته یې لارښوونه وکړي:
ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې خپل دننه د فطرت غږ باندې تکیه کوي، (فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا) (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي). [الروم سورت: ایت 30].
او ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې د "سببیت" اصولو باندې اعتماد لري؛ کوم چې وایي: هر صنعت باید یو جوړونکی ولري، او هره حادثه باید یو پیدا کوونکی ولري، او د هر نظم تر شا باید یو تنظیم کوونکی شتون ولري.
ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې دغه مسله یې د "حساب" مسئله ګرځولې ده، او دوی د شک او شبهې خلک دي، نو دوی دې نتیجې ته رسیدلي چې د دوی د ژوند لپاره او د ژوند څخه وروسته خورا ډاډمن څیز دا دی چې: په الله او آخرت، قیامت او جزا باندې ایمان ولري؛ لکه څرنګه چې د دوی شاعر وايي:
نجومي او طبیب دواړو وویل ... مړي نه راژوندي کېږي، ما ورته وویل: دواړه متوجې شئ
که ستاسې خبره رښتیا شي نو زه به تاواني نه یم ... او که زما خبره رښتیا شي نو تاسې دواړه په تاوان کې یاستئ
له شک سره ژغورل نشته، الله –سبحانه وتعالی- فرمايلي: (أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟). [إبراهيم سورت: ایت 10].
ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې لا هم حیران او مشرکان دي – الله ته پناه غواړو له کمښته وروسته له زیاتوالي څخه، او له ګمراهۍ څخه وروسته له هدایته-. (۞ أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ) (ایا نو هغه څوك چې پر دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي). [الرعد سورت: ایت 19].
حقیقت دا دی چې: په هر هغه څه چې دلیل دلالت وکړي چې تا الله –سبحانه و تعالی- ته نږدې کوي هغه حق دی، او هر هغه څه چې تا له الله څخه لرې کوي هغه باطل دی، (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ) [(اې نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي]. [آل عمران سورت: ایت 31].
ابن تیمیه ویلي: "د انسان صلاح یوازې دا نه ده چې په حق پوه شي ترڅو چې مینه ورسره ونه کړي، او هغه وغواړي او پیروي یې وکړي".
او مصیبت دا نه دی: چې د یو چا په خپل ځان، مال، او اولاد باندې مصیبت راشي، بلکې لوی مصیبت، او هغه (کسر) ماته چې نه جبران کیږي: دا دی چې د یو انسان دین ته مصیبت راشي! او شک د یقین ځای ونیسي؛ او باطل ورته د حق په توګه، او ښه د منکر په توګه، او منکر ورته د ښه په توګه ښکاره شي.
د ژغورنې درې ته ښکته شه!
هغه کوم لوی کار، سخته ستونزه او لویه اندیښنه ده چې د الله رب العزت لپاره ستونزمنه وي؟ الله حق دی، د هغه خبره حق ده، او د هغه ژمنه حق ده.
نو د بنده لپاره لازمه ده چې خپل رب باندې ښه ګمان وکړي، پر هغه توکل وکړي، د هغه د فضل انتظار وکړي، او له خپل مولا څخه د مهربانۍ غوښتنه وکړي، او د هغه په عهدونو وفا وکړي. له هغه پرته بل هیڅوک ګټه نشي رسولی، یوازې هغه د ضرر مخه نیولی شي، او په هر نفس د هغه مهرباني ده، او په هر حرکت کې د هغه حکمت دی، او په هر ساعت کې خلاصون دی، د شپې وروسته سهار راولي او له وچکالۍ وروسته باران راولي.
او الله د ریښتیني مؤمن دعا نه ردوي؛ ځکه چې الله –جل وعلا- حق دی، او وعده یې حق ده؛ او الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ایت 60].
نو؛ ستا ټولې ستونزې په حل کېدو دي، ستا ټول دردونه په رغیدو دي، ستا ټول امیدونه په واقعیت، او ستا ټولې اوښکې به په مسکا بدلې شي ... ډاډه اوسه!
نو له بېوزلۍ وروسته شتمني ده، له تندې وروسته خړوبیدل دي، له جلا کېدو وروسته یو ځای کیدل دي، له هجران وروسته وصال دی، او له پرېکون وروسته په اړیکه کیدل دي، الله –تبارک و تعالی- فرمایلي: (فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ) (نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې). [النمل سورت: ایت 79].
اې الله! موږ ته حق د حق په توګه وښیه او مونږ د هغه پیروان وګرځوه، او موږ ته باطل د باطل په توګه وښیه او موږ له هغه څخه لرې وساته.
71
المُبِـينُ (د هر څخه ښکاره کوونکی) ذات -جل جلاله-
د خپل مبین مالک د دروازې خوا ونیسه، او په خپل پیاوړي او پوه مالک باندې عزت ترلاسه کړه، او د هغه د اطاعت په واسطه هغه ته توسل وکړه؛ نو هغه به په خپلو نعمتونو او مهربانیو باندې تا ونازوي.
که ته د هغه اطاعت وکړې، هغه به تا ته عزت او غوره والی درکړي، او که تا هغه څه چې تیر شوي دي ضایع کړل، هغه به پر تا رحم وکړي او تا ته به مهلت درکړي، او که چیرته تا توبه او رجوع وکړه تا قبلوي، او که تا نافرماني او بد چلند وکړ هغه به ستا پرده وکړي.
زړونه ژوند نشي کولی مګر د هغه د راتګ په هوا سره، او اوښکې به راښکته نشي مګر د هغه د هجران له ډاره او یا د هغه د وصال په امید سره.
او هغه چارښتياويلي: "په الله قسم! هغه لاره به څومره وحشتناکه وي کوم چې الله د هغې امنیت نه وي ساتلی، او هغه لاره به څومره ګمراه کوونکی وي کوم چې هغه یې لارښوونکی نه وي".
موږ څومره د مبین الله د دروازې لارې ته اړتیا لرو؛ ترڅو هغه ته د ورتلو لاره روښانه شي.
دلته راځو د الله –عزوجل- د نوراني نومونو څخه يو نوم چې: (المبین) – عزوجل- دی بیانوو:
نو الله – تبارک و تعالی- د خپل ځان په تعریف کې فرمایلي دي: (يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ) (په دغې ورځ كې به الله دوى ته د دوى حقه (لايقه) بدله پوره وركړي او دوى به پوه شي چې بېشكه الله، هم هغه ښكاره (او ثابت) حق دى). [النور سورت: ایت 25].
او د شي بیان: د هغې ښکاره او واضح کیدل دی.
زموږ رب – جل و علا – ټولو مخلوقاتو ته ښکاره دی، خپل وجود او وحدانیت کې څرګند، او دا چې د هغه په الوهیت او نومونو او صفتونو کې هېڅ شریک نشته.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- چې خپلو بندګانو ته یې د هدایت لاره روښانه کړې ده، او هغه عملونه یې ورته روښانه کړي چې په کولو یې د ثواب مستحق کیږي، او هغه عملونه چې په کولو یې د عذاب مستحق کیږي، او د قيامت په ورځ به له منافقانو څخه شک لرې شي؛ هغه کسان چې په دنیا کې یې په کومو وعدو اخته وو.
د بیان صفت: د الله –تبارک و تعالی- یو له سترو صفتونو څخه دی.
او بیان په دوه ډوله راغلي:
لومړی: هغه څه چې د الله –عزوجل- په خپلو نازل کړی شوو کتابونو کې په خپلو پېغمبرانو نازل کړي دي، او هغه څه چې خپلو رسولانو او انبیاوو ته یې وحې کړي دي: (قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ) (یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى). [المائدة سورت: ایت 15].
دویم: د هغو نښو سره چې پیدا کړي یې دي هغه باندې دلالت کوي، (إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ) (بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي). [آل عمران سورت: ایت 190].
او په هر څه کې هغه لره یوه نښه شتون لري ... چې پدې دلالت کوي چې هغه یو دی
لکه څرنګه چې قرآن ښکاره کوونکی و؛ همدارنګه د الله رسولانو –علیهم الصلاة و السلام- هم ښکاره کوونکي وو، ځکه چې الله - عزوجل - د نوح په ژبه وويل: (زه نه یم مګر ویره ورکوونکی ښکاره). [الشعراء سورت: ایت 115]، او هغه –عزوجل- خپل پیغمبر ته امر وکړ چې ووایي: (إِن يُوحَىٰ إِلَيَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ) (ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم). [ص سورت: ایت 70].
او الله –سبحانه و تعالی- په خپلو کتابونو او په دې دنیا کې د خپلو پیغمبرانو په ژبه بندګانو ته ویلي دي چې په هغه څه کې چې دوی په دې دنیا کې اختلاف کړي و د قیامت په ورځ به دوی ته څرګند شي؛ هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ) (او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو به په هغه كې اختلاف كاوه). النحل سورت: ایت 92].
او چا ته چې حق څرګند شي او بیا له هغه څخه مخ واړوي. د هغه جزا دردناک عذاب دی، هغه -تبارک و تعالی- وفرمایل: (فَإِن زَلَلْتُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) (او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو به په هغه كې اختلاف كاوه). [البقرة سورت: ایت 209].
همدارنګه چا چې حق پټ کړ؛ ځان یې د لعنت لوري ته وړاندې کړ؛ الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ) (یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله پر دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي پر دوى لعنت وايي). [البقرة سورت: ایت 159].
د عقل خاوندان:
نو الله ښكاره (او ثابت) کوونکی- سبحانه و تعالی – خپل دلالت متفکرینو[1] ته روښانه کړ، او لیدونکو ته یې خپل ثبوتونه څرګندې کړي. [1] د الله أهل الثناء والمجد»: کتاب لیکوال وایي: «مؤمن داسې چا ته اړتیا نه لري چې هغه ته د الله –سبحانه و تعالی- د وجود تاکید وکړي، او یا هغه ته د ایمان اړتیا شرحه کړي، مګر دلته ځیني خبرې او ګواهیانې او اعترافونه د ځینو پوهانو او د فکر د خاوندانو او د فلسفي مشرانو وړاندې کوم: یو مشهور امریکایي ارواپوه ډاکټر (هینري لینک) چې په دین کافر شوی و، او د ایمان په مقابل کې جنګیدلی و، او د الله له وجود څخه منکر و، له یو اوږد او بې ساري سفر وروسته بیرته راستون شو، بیا یې وویل: چې دین: هغه دی چې پر داسې ځواک ایمان ولري چې هغه د ژوند سرچینه وي، او دغه ځواک: د الله ځواک دی، د کائناتو تدبیر کوونکی، د اسمانونو پیدا کوونکی. استاد (هوش) وايي: هرڅومره چې د پوهې ساحه پراخه شي، هومره د یو هوښیار خالق قاطع او قوي ثبوتونه ډیریږي، د هغه د وړتیا او احوال لرلو لپاره حد او پای نشته، ساینس پوهان، ریاضي پوهانو، فلک پوهانو، او طبیعت پوهانو لاس سره یو کړ ترڅو د پوهې لوړه ودانۍ جوړه کړي، کوم چې هغه: یوازې د الله د عظمت ودانۍ ده". (هربرټ سپنسر) د "تربیه " په رساله کې تشریح کړی؛ هغه وویل: "ساینس د توهماتو او خرافاتو سره مخالف دی، مګر دین سره مخالفت نه کوي"، او هغه ځیني مثالونه وړاندې کړل؛ هغه وویل: هغه ساینس پوه چې د اوبو یو څاڅکی وویني نو هغه به پوه شي چې دا په ځانګړي تناسب سره د اکسیجن او هایدروجن څخه جوړه شوې ده؛ او که د دې تناسب نیمایي برخه واخیستل شي نو دا به د اوبو پرته بل څه وي؛ باور پر دې دی چې د خالق عظمت، حکمت او ځواک د طبیعي نړۍ پرته خورا پیاوړی دی؛ کوم چې یوازې په دې کې د اوبو یو څاڅکی ګوري او بس!" او طبیعت پوه (سیر آرتر تامسن) - مشهور سکاټلینډي لیکوال - د "ساینس او مذهب" په ټولګه کې وايي: "موږ دې خبرې باندې اقرار کوو چې: ساینس ترټولو لوی خدمت چې ترسره کړی دا دی چې: انسان یې دې مفکورې اړ کړ چې الله تر ټولو د عالي پوهې او لوړ مقام څښتن دی". او (ولیم جیمز) - مشهور ارواپوه -؛ هغه وویل: "زموږ او د الله تر منځ یوه نه پرې کیدونکی اړیکه ده، نو که موږ خپل ځان د هغه نظارت ته وسپارو نو زموږ ټولې هیلې او امیدونه به پوره شي".
نړۍ ته د هغه د نښانو له جملې څخه، او د عناد کوونکو د عذرونو پرې کولو لپاره هغه – سبحانه و تعالی- فرمایي: (أَمَّن جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (61) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړ كړ او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي. أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ (62) بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ. أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ (63) بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي. أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (64)) بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندی كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ). [النمل سورت: ایتونه 61-64]، نو پاکي دې وي هغه ذات لره چې د هغه عظمت د عارفانو (پوهانو) ذهنونه حیران کړي! پاکي دې وي هغه ذات لره چې رڼاګانو یې د لارویانو بصیرت روښانه کړی!
د ځمکې په نباتاتو کې فکر وکړه او وګوره ... هغه نښې نښانې چې بادشاه جوړې کړي دي ... د سپینوزرو چينې وګوره چې واضحه ښکاري ... په سترګو کې ګویا چې خالص سره زر دي
دا د زمردو په تنه (ساقه) کې پدې دلالت کوي ... چې یقیناً الله هیڅ شریک نلري
د آل عمران سورت په پای کې، الله –سبحانه و تعالی- د عقل خاوندانو ستاینه وکړه، کله چې دوی د هغه د کائناتو په اړه د قبلولو لپاره خپلې سترګې خلاصې کړي؛ نو دوی به په خپلو زړونو په ولاړه، ناسته، او په اړخونو الله ته رجوع وکړي، او سینې یې له ایمان څخه ډکې شولې، او الله ته یې خپل لاسونه د ریښتینې دعا او د هدایت غوښتلو لپاره پورته کړل؛ نو ددوی ځواب یې پداسې شکل سره ورکړ: (أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ) (بېشکه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده). [آل عمران سورت: ایت 195].
اې الله! ستا د ښکاره نوم په برکت سره، مونږ له تا څخه غوښتنه کوو: ته موږ د نعمتونو جنت ته داخل کړه، او مونږ له اور څخه وژغوره؛ اې د جهانونو ربه!
72
المُحِــيــطُ (هر څیز باندې احاطه لرونکی) ذات -جل جلاله-
ابن حجر -رحمه الله- فرمايلي: «څوک چې د الله، د هغه د نومونو، صفاتو، اعمالو او قضاوتونو په اړه ډیر پوه وي؛ هغه به له هغه څخه ډیر وویریږي او ډیر به پرهیزګار وي، او هرڅومره چې د الله په اړه پوهه کمه وي په هماغه اندازه به ویره کمه وي.
او بنده چې کله پوه شي چې الله هر څیز باندې احاطه لري؛ د هغه روح به ډاډمن شي، او اندیښنه به یې ورکه شي، او زړه به یې د احاطه کوونکي رب سره وصل شي».
الله خپلو بندګانو ته خبر ورکړ چې هغه هر څیز باندې احاطه لري؛ هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا) (او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى). [النساء سورت: ایت 126].
زموږ رب –عزوجل- د هغه له علم څخه هیڅ شی پټ نه دی، نه کوچنی او نه لوی، نه ظاهري او نه باطني؛ هغه په هغه شان دی چې خپل ځان یې وصف کړی: (أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطٌ) (بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى). [فصلت سورت: ايت 54].
او د هغه احاطه کول: په ټولو حالتونو کې پوهېدل او خبرېدلو ته شامل دي]، او همدارنګه: وړتیا او له لاسه نه ورکولو ته شاملیږي، او همدارنګه: واک او فیصلې ته شاملیږي.
په "شرح الطحاویه" کې راغلي دي: دا چې هغه په هر څه باندې احاطه لري؛ هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَاللَّهُ مِن وَرَائِهِم مُّحِيطٌ) (او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى). [البروج سورت: ايت 20]، (أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطٌ) (بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى). [فصلت سورت: ايت 54]، پر مخلوقاتو باندې د هغه احاطه کول پدې معنا ندي چې: هغه د فلک په څیر دی، او دا چې مخلوقات د هغه په مقدس ذات کې دننه دي -الله تعالی د دې څخه ډیر لوړ دی-.
بلکې مطلب: د هغه عظمت احاطه کول دي، او د هغه د پوهې پراخوالی او د هغه وړتیا دي، او دا چې هغه د هغه د عظمت په تناسب د سرسۍ (خردل) په څیر دي؛ همدارنګه له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې هغه ویلي: "اووه اسمانونه او اووه ځمکې او هر هغه څه چې په دوی کې دي او څه چې د دوی په منځ کې دي د رحمان ذات په لاس کې دي لکه څرنګه چې ستاسو څخه د یوه په لاس کې د سرسۍ (خردل) یوه دانه وي".
هغه احاطه کوونکی دی:
نو، د الله – سبحانه و تعالی- احاطه کول په خپل مخلوق باندې: یوه بشپړ احاطه ده؛ او هغوی هیڅکله تېښته نشي کولی، او هیڅوک نږدې کېدلی نشي، د هغه ځواک دوی محاصره کړي، د هغه پوهې دوی محاصره کړي، هغه د دوی نفس، ویناوې او عملونو باندې احاطه لري؛ لکه څنګه چې هغه – سبحانه و تعالی - فرمایي: (وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا) (او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [الطلاق سورت: ایت 12].
او دا عمومي احاطه کول، د اسمانونو او ځمکې د وګړو لپاره دي او دا د رحمت احاطه ده.
مګر ځانګړې احاطه، د قهر او غضب احاطه ده او په دې کې: د نافرمانو او سرغړوونکو لپاره ګواښ دی.
او اکثراً دغه نومونه د کافرانو او منافقانو لپاره د ګواښونو او اخطارو په ځایونو کې راغلي، او هغه – سبحانه و تعالی – د هغوی په سازش او دروغو باندې ښه پوهیږي، او هغه – سبحانه و تعالی - د علم په لحاظ هغوی راګېر كړي دي، او هغوی ته په کمین (څارنه) کې دی، هغه ته بیرته راستنیدونکي دي، او هغه ته د دوی لاره ده، او له هغه –عزوجل- څخه تېښته نشي کېدلی؛ نو چیرته به وتښتي او برخلیک به یې چیرته وي؟
نو هغه -سبحانه و تعالی- د کافرانو په اړه وفرمایل: (وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ) (او الله تعالی کافرانو لره راګېرونکی دی). [البقرة سورت: ایت 19].
همدا ډول الله – عزوجل- د متکبرانو او حق پوښونکو په هکله فرمایي: (وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) (او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي). [الأنفال سورت: ایت 47].
او د کافرانو او منافقانو د بد ګمانۍ او چل په هکله فرمايي: (إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) (كه چېرې تاسو ته څه ښېګڼه درورسېږي، نو هغه دوى لره خفه كوي او كه چېرې تاسو ته څه بدي (تكلیف) درورسیږي، نو دوى په هغې باندې خوشحالېږي او كه تاسو صبر وكړئ او(د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، احاطه كوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 120].
او کله چې د الله عزوجل- عذاب په کوم قوم باندې نازل شي؛ هغه به د دوی نه چاپېر شي: (وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ) (او بېشكه زه پر تاسو باندې د چاپېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم). [هود سورت: ایت 84].
او د قيامت په ورځ به اور د کافرانو څخه چاپېره وي: (إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا) (بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې راچاپېره شوي دي). [الكهف سورت: ایت 29].
ډاډه اوسه!
او کله چې مؤمن په دې پوه شي چې الله چاپیرونکی دی : د هغه نفس به ډاډمن شي، په خپل رب به توکل وکړي او له هغه څخه به ویره وکړي؛ نو هغه د الله مرسته نه سستوي، د هغه له رحمت څخه نه نا امیده کیږي، او د هغه د خلاصون څخه خپل امید نه ماتوي؛ خلاصون به حتمي راځي.
هغه پوهیږي چې د کښتۍ سوري کول: د مهربانۍ لوړه مرتبه ده، او د ماشوم وژل: د رحمت لوړه مرتبه ده، او د دوو یتیمانو خزانه بندي ساتل: د وفادارۍ لوړه مرتبه ده؛ (وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَىٰ مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا) (او ته به څنګه پر هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغهٔ احاطه نه ده كړې). [الكهف سورت: ایت 68].
مګر د څیزونو لپاره وختونه دي، او مقدور شیان عمر لري؛ هغه باید دغه موده بشپره کړي تر څو چې هغه راشي، او د الله سره هر څه یو ټاکلی وخت لري: (وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) (او كه تاسو صبر وكړئ او(د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، احاطه كوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 120].
الله –عزوجل- د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده، او هغه نیټه لري چې د هغې څخه تجاوز نکوي، او وخت لري چې د هغه څخه نه تیریږي، نو که چیرې ټاکل شوی وخت راشي نو د خپل وخت څخه یو ساعت نه ځنډیږي او نه مخکې کیږي.
او مصیبت هم یو وخت لري او بیا تیریږي، او زمان لري او بیا بدلیږي؛ هغه به د هغه څه د لاسته راوړلو لپاره بیړه ونه کړي چې غوښتلی وي او د هغه څه چې ویره ور څخه لري، ځکه چې خبره بنده پورې تړاو نلري، او بنده باید چې اسبابو او صبر څخه کار واخلي، او د الله –عزوجل- او د هغه خلاصون د هیڅ غوښتونکي لپاره ګرانه نه ده چې هرچیرې وي.
ابراهیم -علیه السلام- راګیر شو، او اور ته واچول شو؛ نو اور ورته یخ او ارام شو.
یوسف -علیه السلام- د خپلو وروڼو له خوا راګیر شو، او کوهي ته یې وغورځاوه، بیا ځل د بادشاه د مېرمنې او د هغې سره د ملګرو لخوا راګیر شو، بیا زنداني شو؛ خو چاپیرونکي الله –سبحانه و تعالی- د دښمنانو دسیسې شنډې کړي؛ نو د دوی راګیرول د یوسف -علیه السلام- لپاره یوه فتحه او بریا وه؛ تر څو د ځمکې خزانو باندې واکمن وګمارل شي.
د موسی -علیه السلام- د مور کور راګیر شو او موسی -علیه السلام- سمندر ته وغورځول شو، نو د هغوی راګیرول د هغه او د هغې د خلاصون سبب وګرځید؛ نو هغه بیرته ورته راوګرځيد پداسې حال کې چې هغه ډاډه وه.
فرعون موسى –علیه السلام- او ورسره کسان راګیر کړل؛ د دوی راګیریدل د فرعون له منځه وړلو، او د موسی –علیه السلام- د بریا لامل شو.
کافرانو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کور محاصره کړل؛ بیا له مکې څخه په غمجنه او په شړل شوي توګه بهر شو، بیا الله د هغه دښمنان راګیر کړل؛ بیا هغه –صلی الله علیه وسلم- د یو بریالي فاتح په توګه بیرته مکې ته راستون شو.
نو کله چې مؤمن د الله –عزوجل- د احاطې احساس وکړي، نو ایمان یې زیاتیږي، په خپل رب باندې خوشحالیږي، او د هغه لورې ته تښتي او د هغه د عظمت تابع وي، او د هغه حکم ته غاړه ږدي، د هغه –عزوجل- د وینا په اطاعت سره چې فرمایي: (فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ) (نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم). [الذاريات سورت: ایت 50].
زه ستا لوري ته پناه غواړم او ستا پرته څوک پناه ورکولی شي
نو دغه ضعیف ته پناه ورکړه چې ستا مرستې ته پناه راوړي
ما په ژوند کې هر پناه ځای ته پناه یووړه
خو ستا د پناه ځای څخه مې ډیر باعزت پناه ځای و نه لیده
نو زما دعا قبوله کړه او زما غوښتنو ته ځواب راکړه
هیڅکله نه مایوسه کیږي څوک چې ستا څخه غوښتنه کوي او ستا نه امید ساتي
اې الله! ستا په چاپیرونکی نوم باندې غوښتنه کوم: چې زموږ دښمنان خپل عذاب باندې راګیر کړه، او زموږ لپاره د هرې اندیښنې څخه خلاصون راکړه، او د هرې تنګۍ څخه د وتلو لاره پیدا کړه.
73 – 74 – 75 - 76
الأَوَّلُ الآخِـــرُ الظــــَّاهـِـرُ الــبــــَاطـِـنُ(تر ټولو اول، تر ټولو آخر، څرګند ښکاره، پټ) -جل جلاله-
الله - سبحانه وتعالی- د خپل ذات په ستاینه کې داسې فرمایلي دي: (هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى). [الحديد سورت: ایت 3].
او له هغه - عليه الصلاة والسلام- څخه روایت شوي دي چې هغه به فرمایل: «اللَّهُمَّ! رَبَّ السَّمَاوَاتِ وَرَبَّ الأَرْضِ وَرَبَّ العَرْشِ العَظِيم، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلِّ شَيْءٍ، فَالِقَ الحَبِّ وَالنَّوَى، وَمُنْزِلَ التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ وَالفُرْقَانِ؛ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ شَيْءٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهِ. «اې د آسمانونو او ځمکې او د لوی عرش، پالونکیه (ربه)! او زمونږ او د هر شي ربه، د دانې او زړې چوونکیه، د تورات، انجیل او فرقان نازلوونکیه، پناه دروړم تاته د هر هغه شي له شر نه چې ته یې له پېکي څخه نیسې.
اللَّهُمَّ! أَنْتَ الأَوَّلُ فَلَيْسَ قَبْلَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الآخِرُ فَلَيْسَ بَعْدَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ الظَّاهِرُ فَلَيْسَ فَوْقَكَ شَيْءٌ، وَأَنْتَ البَاطِنُ فَلَيْسَ دُونَكَ شَيْءٌ؛ اقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ، وَأَغْنِنَا مِنَ الفَقْرِ» یا الله تعالی! ته اول یې له تا څخه مخکې څه نشته، او ته آخر یې له تا څخه وروسته څه نشته، او ته اوچت یې نو له تا څخه پورته څوک نشته، او ته (د ذات په لحاظ) پټ یې له تا څخه بل څوک پټ نشته؛ زمونږ څخه پور پرې کړه، او مونږ د غریبۍ څخه مالداره کړه). [مسلم روایت کړی].
نو هغه لومړی دی؛ د هغه څخه مخکې څه نشته.
او هغه آخر دی؛ چې له هغه څخه وروسته څه نشته.
هغه ښکاره دی؛ چې د هغه پورته څه نشته.
هغه پټ دی؛ چې له هغه څخه ښکته بل څوک نشته.
او د دې نومونو مفهوم د دې لپاره دی چې وښيي چې رب –سبحانه و تعالی- خپل مخلوقات یې، د زماني او مکاني له لحاظه احاطه کړي دي:
زماني احاطه: په (لومړي) او (آخر) کې: (لومړی څه نشته مګر الله د هغه څخه مخکې دی)؛ ټول شیان د هغه څخه وروسته پیدا شوي، او هغه د ټولو څخه مخکې دی.
(او وروسته څه نشته مګر دا چې الله له هغه څخه وروسته دی)؛ هغه - عزوجل - د خپل مخلوق (خبرې کوونکی او یا خاموش) له منځه تللو وروسته باقي دی.
او مکاني احاطه: په (ښکاره) او (پټه) کې، نو هغه له هر څه پورته دی، هیڅ شي له هغه څخه لوړ نه دی: (او هیڅ ښکاره څه نشته مګر دا چې الله د هغه پورته وي) عرش باندې برقرار دی، او عرش د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، هغه لره د ذات لوړوالی، دمقام لوړوالی دی، او د قهار لوړوالی دی.
(او هیڅ څه پټ نشته مګر دا چې الله د هغه څخه ډیر پټ دی): د هغه – سبحانه و تعالی- پټ والي هر څه راګیر کړي آن تر دې چې هغه ورته د خپل ځان څخه ډیر نږدې وي، او په رازونو او ضمیرونو باندې باخبر وي.
او د خپل عظمت او برترۍ باوجود، او دا چې هغه د اسمانونو د پاسه پر عرش باندې برقراره دی؛ بیا هم هغه خپلو بندګانو ته نږدې دی، د هغوی په باطن باندې پوهیږي، او د هغوی له ظاهر څخه هم باخبر دی، (وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ ۖ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ) (او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو). [ق سورت: ایت 16]، (قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ) (ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي). [آل عمران سورت: ایت 29].
تا ته نږدې دی ..
هغه ستا خبرې اوري، او ستا عملونه ویني، ستا هیڅ پټ کار له هغه څخه پټ ندی.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د خپلو اصحابو څخه واورېدل چې خپل رب ته یې په لوړ غږ دعا کوله؛ نو هغه وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! ارْبَعُوْا عَلَى أَنْفُسِكُمْ؛ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُونَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، وَلَكِنْ تَدْعُونَ سَمِيعًا بَصِيرًا» "اې خلکو! خپلو ځانونو باندې رحم وکړئ؛ ځکه چې تاسو کوڼ او غایب نه رابلۍ، بلکې تاسو اوریدونکی او لیدونکی ذات رابلئ". [بخاري او مسلم روایت کړی].
په سجده کې په ټیټ غږ وایې چې: " سبحان ربي الأعلى"؛ نو د دعا لپاره آسمانونه پرانیستل کیږي او څښتن تعالی ستا دعا اوري؛ دا تصور مه کوه چې هغه لرې دی، یا دا چې ستا کوم کار له هغه څخه پټ دی.
هغه -تعالی- د تور میږی د پښو غږ اوري کله چې، په همواره ډبره، په توره شپه کې روانه وي. (وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا) (او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى). [الأنعام سورت: ایت 59].
د هغه له حکمت او نعمت څخه: چې تا ته په یاد درولي چې مخلوقات له هغه څخه پیل شول، او د هغوی بنده ګي خاص هغه لره ده، نو څرنګه چې هغه ستا په پیدا کولو کې یوازې و، نو ته هغه یوازینی سبب وګرځوه چې ته یې ددې عبادت لایق وګرځولې، او لکه څنګه چې ستاسو وجود او پیدایښت له هغه څخه پیل شو، نو ته هغه د خپلې مینې، ارادې او لیاقت انتها وګڼه.
په ولاړیدو مه ستړی کیږه!
که چلونه تا تنګ کړي، او وېرې تا ته پناه راوړي؛ په یاد ولره چې هغه –الله- لومړی او وروستی دی، او هغه تا ته نږدې دی، او هغه په هر څیز باندې واک لري، هغه په خپلو بندګانو باندې غالب دی، هغه د اسمان څخه ځمکې ته لارښوونه کوي او بیا هغه ته پورته کیږي، او دا چې هغه ستا په رازونو او په هغه څه چې ستا ضمیر ته ننوځي باخبر دی.
دلته ستا زړه یو رب لري چې د هغه اراده کوي، یو هغه معبود چې عبادت یې کوي، او بې نیازه ذات دی چې د اړتیا په وخت کې هغه ته رجوع کوي، او پټنځای دی چې هغه ته پناه وروړي، که دا هر څه ځای پر ځای شو نو ستا زړه به خوشحاله وي، ستا روح ته به سکون راشي، ستا ضمیر به آرام وي، او خلاصون به نږدې وي، ځکه ته پوهیږی چې هغه لومړی او وروستی دی، ظاهر او باطن دی، او هغه په هر څه قادر دی.
اور ابراهیم خلیل الله ونه سوځاوه؛ ځکه چې د الله پالنې یوه کړکۍ پرانیستله شوله، (قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ) (مونږ وویل: اې اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې). [الأنبياء سورت: ایت 69].
سمندر کلیم الرحمن (موسی) ډوب نه کړ؛ ځکه چې هغه قوي غږ چې د الله په عظمت باور لري داسې وویل: (قَالَ كَلَّا ۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ) [(موسی) وویل: هېڅکله داسې نشي کېدی، بېشکه زما سره زما رب دی، هغه به ضرور زما لارښوونه کوي]. [الشعراء سورت: ایت 62].
یونس -علیه السلام- په بحر کې د کب په خېټه کې غږ کوي: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم). [الأنبياء سورت: ایت 87]، یو کمزوری غږ چې له دریو تیارو څخه راوځي: د شپې تیاره، د سمندر تیاره، او د کب د خېټې تیاره؛ اسمان ته پورته کیږي او خلاصون راځي.
او په غیبو کې ضعیف بنده لپاره مهربانیانې دي
پدې سره قلمونه وچ شول او ورقې وتړلې شوې
د تحول ځای ..
انسان په یوازې توګه باندې د پیښو سره مبارزه نه شي کولی، نه د آفتونو او مصیبتونو سره مقاومت کولی شي؛ ځکه چې هغه کمزوری او بې وسه پیدا شوی دی پرته له دې چې پر خپل رب توکل وکړي؛ ځکه چې هغه پوهیږي چې د هغه لومړیتوب د هر څه څخه مخکې دی، او په وروسته والی کې له هرڅه وروسته دی، هغه د خپل ظاهر سره د هر څه څخه پورته دی، او په خپل باطن سره هر څه ته نږدې دی.
له هغه څخه یو اسمان بل آسمان نه شي پناه کولی، او نه ترې یوه زمکه بله زمکه پناه کولی شي، بلکې باطن ورته ښکاره دی، غایب ورته حاضر دی، لیرې ورته نږدې دی، او راز ورته ښکاره دی.
اې نیک بخته هغه څوک چې په الله پورې تړلې وي، د الله نومونه زده کړي، خپل پټ کارونه سم کړي، عمل کې اخلاص ولري، نیت ښه کړي، او زغم خپل ډال وګرځوي، او په خپل رب باندې اعتماد خپل سپر وګرځوي! نو دا عبادت په خالص او سوچه مینې سره ترسره کیږي.
او تا ته زما شوق زما سره شخړه وکړه او زه یې ولړزولم ... له غیبو څخه هغه څه چې ما یې هیله درلوده
ابن القیم -رحمه الله- فرمايلي: د دې څلورو نومونو پېژندل، یعنې: اول، اخر، ظاهر او باطن د علم او پوهې ستنې دي، نو د بنده لپاره لازمه ده چې د هغو په پېژندنه کې تر هغه ځایه ځان ورسوي چې د هغه قوت او فهم پای ته ورسېږي.
هغه لومړی دی، هغه وروستی دی، هغه ظاهر دی ... هغه باطن دی دا څلور دي په یو وزن سره
چې له هغه څخه مخکې وروسته څه نشته ... اوچت دی الله تعالی د بادشاهۍ خاوند
او د دې څلورو نومونو او د هغه په معناګانو باندې ځان پوهول د وسوسې په مخنیوي کې لوی تاثیر لري.
د ابو زمیل په نوم یو سړی د امت عالم عبدالله بن عباس -رضی الله عنهما- ته راغی؛ هغه څخه یې وپوښتل: اې ابن عباسه! زه په سینه کې یو څه لرم؟ هغه وویل: څه شی دی؟ ما وویل: په الله قسم زه یې نه وایم! هغه وویل: نو هغه راته وویل: آیا د شک څخه څه شی دی؟ ويې ويل: او ویې خندل، ويې ويل: له دې څخه هيڅوک نه دي ژغورل شوي، ويې ويل: تر دې چې الله دغه قول نازل کړ: (فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ) (نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه). [يونس سورت: ایت 94].
بیا یې راته وویل: که تا په خپل نفس کې څه پیدا کړل؛ نو دغه ووایه: (هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى). [الحديد سورت: ایت 3]".
اې الله! چې اول او اخر او ظاهر او باطن دی! زموږ پټ کارونه سم کړه، په ټولو چارو کې زموږ پایله ښه کړه، او موږ د دنیا او آخرت له ذلت څخه وژغوره.
77
الـوَكِــيلُ (لوی کار ساز) -جل جلاله-
ایا موږ د یو څه وخت لپاره فکر کړی او د هغه -عزوجل- دې وینا سره تم شوي یو: (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى). [الفرقان سورت: ایت 58]؟
د لوی پادچا لخوا اواز دی .. د هر مومن او مومنې لپاره اواز دی .. د هر ناروغ، اندیښمن او قرضدار لپاره اواز دی.. د هر ویریدونکي یا شکمن لپاره اواز دی..
هغه موږ ته وايي چې هغه لوی کار ساز - عزوجل – دی، او دا چې هغه په هر څه قادر دی؛ هغه ستا ټولې ستونزې په حلونو، او ستا ټول دردونه په روغتیا، او ستا امیدونه په واقعیت، او ستا ویره په امنیت، او ستا اوښکې په مسکا بدلوي.
زه د خپل ځواک، سلطې او قوت څخه بېزار یم ... او زه خپل مالک ته خورا فقیر یم
خپل نفس د هغې له ضعف، اضطراب، نفرت څخه ارامه کړه! او هغه دې ته وهڅوه چې د الوکیل (لوی کار ساز ) له سیوري څخه په دې کرښو کې برخمنه شي، او د الله د نوم (الوکیل) – عزوجل- له رڼاګانو څخه ځان ته واخلي:
نو الله – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ) (او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الأنعام سورت : ایت 102].
علماوو ويلي دي: الوکيل: هغه څوک دی چې په خپل علم، په بشپړ قدرت او حکمت سره د خپل مخلوق کارونه سمبالوي.
او هغه: هغه ذات دی چې د بندګانو د روزۍ او مصلحتونه تضمین یې کړی، او د هغوی چارې ئې اداره کړي، او دوی ته یې لارښوونه کړې چې کوم شیان د دوی د دنیا او آخرت ګټې دي او کوم شیان یې په زیان کې دي.
او دا هماغه د: ټولو مخلوقاتو لپاره عمومي وکالت دی، (اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ) (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: ایت 62].
لیکن دلته یوه ځانګړې وکالت شتون لري؛ دغه وکالت الله – سبحانه و تعالی- خپلو اولیا او د خپل اطاعت کوونکو او مينه پالو لپاره ځانګړى کړی؛ چې هغوی اسانتیاو ته برابروي، او له سختیو څخه یې لرې کوي، او د دوی د چارو کفالت کوي.
له همدې امله الله خپل پېغمبر – صلی الله علیه وسلم- ته او ټول امت ته امر وكړ چې پر هغه باندې توكل وكړي د خپل پدې قول سره: (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري). [الفرقان سورت: ایت 58]، هغه – عزوجل- دوی د خپلې مینې لپاره په خپلې دې وینا سره ځانګړي کړل: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ) (یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: ایت 159].
نو توکل: د مؤمن نښه، د موحد صفت، او د تقوا نښه ده، او دا له سترو مرتبو څخه ده چې له غوره نومونو سره تړاو لري.
رښتیا ویوونکو لپاره ...
ابن القیم -رحمه الله- فرمایلي: توکل: د دین نیمایې ده، او بله نیمایې: توبه کول دي، نو دین: مرسته غوښتل او عبادت دی.
نو توکل: مرسته غوښتل دي، او توبه: عبادت کول دي.
او توکل: د ایمان په زیاتیدو سره زیاتیږي، او په کمیدو سره کمیږي، او هغه څوک چې توکل ونلري هغه ایمان نلري. (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ). [المائدة سورت: ایت 23].
نو تا لره د الله –عزوجل- کفایت ستا توکل پورې تړلی دی؛ (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى). [الطلاق سورت: ایت 3].
نو ته په خپل توکل کې صادق اوسه ترڅو هغه څه ترلاسه کړې چې ته یې غواړی؛ كه څه هم لوی وي؛ په ترمذي کې راغلي چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وفرمايل: «لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُوْنَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ؛ لَرُزِقْتُمْ كَمَا يُرْزَقُ الطَّيْرُ: تَغْدُوْ خِمَاصًا، وَتَرُوْحُ بِطَانًا» "که چیرته تاسو په الله باندې په حق سره توکل وکړئ ؛ تاسو ته به داسې روزي درکړي لکه مرغانو ته یې چې ورکوي: سهار په تشه خیټه ځي، او ماښام په ډکه خیټه بیرته راځي". [صحیح حدیث دی].
هر څوک غواړي چې په دنیا او آخرت کې د الله – سبحانه و تعالی- په نیز لوړ مقام ترلاسه کړي، او دا کار له رښتینو خلکو پرته نه کیږي چې په خپل توکل سره یې ترلاسه کوي، ځکه چې دې خلکو زړونه په الله – عزوجل- باندې توکل کړی، او د دوی ژبې په سختۍ کې ویلې دې چې: (حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]، نو عظمت څرګند شو، معجزه ښکاره شوه، او د الله – عزوجل- ساتنه د هغه اولیاوو ته ښکاره شوه.
(حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]، ابراهیم -علیه السلام- دا خبره هغه وخت وکړه کله چې اور ته واچول شو؛ نو پایله یې څه وه ؟ (قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ) (مونږ وویل: اې اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې). [الأنبياء سورت: ایت 69].
زمونږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم - او د هغه اصحابو -رضي الله عنهم- دا خبره وکړه کله چې دوی ته وویل شول: (إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل:زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]؛ نو پایله یې څه وه؟ (فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ) (نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف). [آل عمران سورت: ایت 174]
کله چې دې مقام ته ورسیدې؛ د هغه –سبحانه و تعالی- مینې ته رسیدلی یې: (فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ) (بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: ایت 159].
او لدې مینې سره سره به تا ته لوی ثواب هم درکړي: (فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) (پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي). [الشورى سورت: ایت 36].
توكل كوونكو لپاره...
په خپل توکل کې ریښتینی اوسه، الله به تا له شیطان څخه وساتي؛ (إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) (بېشكه چې دى، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي). [النحل سورت: ایت 99].
او کله چې دښمنان د چال او فریب رسۍ ګانې ولاړې کړي؛ ته هغوی ته د توکل دیوال ولاړ کړه: (۞ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنظِرُونِ) (او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ). [يونس سورت: ایت 71].
که څوک غواړي چې پر دښمنانو برلاسی او له مصیبته خلاص شي؛ هغه باید په الله باندې توکل وکړي: (إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي). [آل عمران سورت: ایت 160].
او که مخلوق ستا څخه مخ واړوي؛ نو په وكيل ذات باندې تکیه وکړه: (فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ) (نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او هم هغه د عظیم عرش مالك دى). [التوبة سورت: ایت 129].
او که له تا څخه د روغې جوړې او سمون غوښتنه وشوه؛ هغې ته د توکل له لارې داخل شه: (۞ وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى). [الأنفال سورت: ایت 61].
او کله چې ایمان په زړه کې برقراره شو، او ته پوه شوې چې ستا کار د هغه –سبحانه و تعالی- په مخ کې دی؛ ستا توکل باید یوازې پر هغه –عزوجل- باندې وي؛ (قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ) (ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص پر هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هم هغه ته زما بېرته ورتله دي). [الرعد سورت: ایت 30]، څوک چې په هر حالت کې توکل له ځانه سره ولري؛ الله –تبارک و تعالی- به هغه ته کافي وي: (وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا) (او ته په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كار جوړوونكى). [الأحزاب سورت: ایت 3].
د وتلو څخه مخکې:
هغه سړی چې له خپل کور څخه ووځي او پر الله باندې توکل وکړي؛ نو الله –عزوجل- به د هغه د کار جوړوونكى وي، په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ: بِسْمِ اللهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، يُقَالُ حِينَئِذٍ: هُدِيتَ، وَكُفِيتَ، وَوُقِيتَ. «کله چې یو سړی له کوره ووځي او ووایي: د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، د الله پرته هیڅ قوت او ځواک نشته، پدې وخت کې به وویل شي: تا ته لارښونه وشوه، ستا کفایت وشو، او ستا ساتنه وشوه.
فَتَتَنَحَّى لَهُ الشَيَاطِينُ، فَيَقُولُ لَهُ شَيْطَانٌ آخَرُ: كَيْفَ لَكَ بِرَجُلٍ قَدْ هُدِيَ وَكُفِيَ وَوُقِيَ؟» بیا به شیطانان د هغه د خوا نه روان شي، او بل شیطان به ورته ووایي: ته څنګه داسې سړی ته ځان ورسوې چې هدایت، کفایت او ساتنه یې شوی وي؟». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه کرام غمجن شول کله چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه دغه خبرې واورېدلې: «كَيْفَ أَنْعَمُ وَصَاحِبُ القَرْنِ قَدْ التَقَمَ القَرْنَ، وَاسْتَمَعَ الإِذْنَ مَتَى يُؤْمَرُ بِالنَّفْخِ فَيَنْفُخُ؟!»، "زه به څنګه خوشحاله اوسم په داسې حال کې چې د ښکر (قرن) څښتن ښکر خپلې خولې کې نیولی، او غوږ یې نیولی چې کله به ورته د پُو کولو امر کیږي چې پُو یې کړي؟"، او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ولید چې دا خبره د دوی لپاره ډیره درنه وه نو هغوی ته یې فرمایل: «قُولُوا: حَسْبُنَا اللهُ ونِعْمَ الوَكِيلُ! عَلَى اللهِ تَوَكَّلْنَا» «الله زمونږ لپاره کافي دی، او هغه تر ټولو ښه كار جوړوونكى دی! موږ په الله توکل لرو». [ صحيح حديث دی. ترمذي روایت کړی].
پند او نصیحت!
د توکل مفهوم ډیری خلکو څخه ورک دی! دوی الله هېر کړ، نو هغه –جل و علا- هم دوی هېر کړل، دوی په الله باندې توکل پریښود، نو هغه هم دوی خپل ځان ته وسپارل..
ناروغ ناروغیږي او زړه یې ډاکټر باندې تړل کیږي؛ درمل او ډاکټر باندې تړل کیږي او دا دواړه اسباب دي، او د ځمکې او اسمان څښتن یې هېر کړی، او هغه څوک چې د شفا ورکولو قدرت لري!!
په ځینو باندې مصیبتونه راځي، او فتنې ورباندې سختیږي، او دوی لپاره کارونه تنګیږي، دوی غمونه او اندیښنې زغمي، او د خپلو ملګرو دروازو ته رجوع کوي، غالب او وهاب ذات – جل و علا- هېروي.
دښمنان هغه څاري، مخالفین یې غولوي، د خصومت کوونکو لخوا محاصره کیږي؛ هغه په سخت غم او اضطراب کې وي، او د هغه چا څخه غافل وي چې هغه –سبحانه و تعالی- هغه ته د هغه د ورمېږ د رګ څخه ډیر نږدې دی.
ابن الجوزي وايي: «پرهیزګاران باید پوه شي چې الله - عزوجل – د هغه لپاره کافي دی؛ او خپل زړه دې له اسبابو سره نه نښلوي، هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى). [الطلاق سورت: ایت 3]».
ځیني خلک شته چې د توکل مفهوم څخه د: تواکل معنا اخلي؛ لکه د یمن یوه ډله چې غوښتل چې حج ته لاړ شي بغیر لدې چې له ځانه سره توښه او خوراک واخلي، او هغوی وويل: "موږ توکل کوونکي یو"، بیا یې له خلکو څخه خوراک په سوال کولو سره اخیسته! نو الله – عزوجل- دا نازل کړ: (وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ) (او توښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده). [البقرة سورت: ایت 197]، پدې معنا: چې توښه واخلئ چې ستاسو مخونه له خلکو لرې وساتي، او له سوال کولو د ذلت څخه مو ساتي.
او ځیني وایي: زما رزق لیکل شوی دی؛ زه ولې ځمکه کې هڅه وکړم؟!
له هغه – صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوی دی چې یو سړي ورڅخه پوښتنه وکړه: ويې ويل: اې د الله رسوله! و یې تړم بیا توکل وکړم، او یا دا چې خوشې یې کړم بیا توکل وکړم؟ هغه – صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اعْقِلْهَا وَتَوَكَّلْ» "هغه وتړه بیا توکل وکړه". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او الله -عز وجل- وفرمایل: (فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ) (نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې وګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي را پورته كېدل دي). [الملك سورت: ایت 15]، نو د اسبابو اخیستل له توکل سره مخالفت نه کوي، توکل د سبب له اخیستلو پرته سم ندی، کنه نو هغه: لټي او فاسد توکل دی! (رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ) (اې زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [الممتحنة سورت: ایت 4].
لار لدې خوا څخه ده ..
زه څنګه په خپل ژوند کې الله باندې توکل وکړم؟
لومړی: د هغه د نومونو او غوره صفاتو په پیژندلو سره، په هره کچه چې د الله -عزوجل- قدر ستا په زړه کې ډیر شي؛ په هماغه کچه به هغه –سبحانه و تعالی- ته نږدې کیږې.
دویم: پر الله- عزوجل- نیک ګمان کول، «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي...» "زه هغه سي یم لکه څنګه چې زما چې بنده زما په اړه فکر کوي ...". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی]، نو هغه انفاق کوونکی انفاق نکوي مګر دا چې پر الله باندې ښه ګمان کوي، دا چې هغه به ورته نیکه بدله ورکوي، او هغه څوک چې د خپلې بسترې څخه پورته کیږي او د خپل رب په وړاندې درېږي، هغه ندی دریدلی مګر دا چې پر الله باندې یې ښه ګمان کړی، همدارنګه عمره کوونکی، حاجي او لمونځ کوونکی ...
دریم: د خپل ځواک پریښودل، او د الله –عزوجل- پر وړاندې خپل ضعف باندې اعتراف کول، او هغه ته د خپلې اړتیا څرګندول، او هغه را بلل دا چې: تا خپل ځان یا د هغه بل مخلوق ته پرې نږدي، او په بل صحیح حدیث راغلي: «اللَّهُمَّ! رَحْمَتَكَ أَرْجُو، فَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ» «اې الله! زه ستا د رحمت غوښتونکی یم، نو د سترګو د رپولو په اندازه هم ما خپل ځان ته مه پریږده». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
څلورم: د سبب درلودل؛ لکه دعا چې الله هغه څه چې غوښتل شوي څیز د حاصلولو لپاره سبب ګرځولی دی.
پنځم: د حالاتو په بدلولو کې د الله قدرت په یاد راوستل، او دا چې د ځمکې او اسمانونو واک د هغه په لاس کې دی او هغه پر هر څه باندې قادر دی، او تل په یاد ولره: چې د هغه په لاس کې د هر څه خزانې دي، نو ستا لپاره هیڅ واک نشته لکه د بې وسه، ضعیف، ماتې خوړلي زوی چې واک خپل پلار ته وسپاري، او الله لره لوړ مثال دی، (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ) (او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى). [غافر سورت: ایت 44].
شپږم: په هغه څه راضي اوسه چې الله تعالی درته تقسیم کړی دی، او په دې باندې باید پوه شي چې خیر په هغه څه کې دی چې الله تعالی تاته ویشلی دی، او که راضي نشې نو دا پدې معنا ده لکه چې بشر الحافي ویلي دي: «له هغو څخه به یو څوک ووايي: (زه په الله توکل کوم) هغه پر الله درواغ وايي! که پر الله یې توکل درلودی هغه به په هغه څه راضي وی چې الله تعالی یې ورسره کوي».
ابن حمدون وايي: «د يوې بوډۍ ښځې پر کښت باندې ګلۍ راغله، له خېمې څخه يې سر راوويست، کښت ته يې وکتل چې سوځېدلی و، نو سر يې اسمان ته پورته کړه او ويې ويل: هر څه دې چې خوښه وي وې کړه؛ ځکه چې زما روزي تا باندې ده!».
که بنده په هغه ژوندي ذات باندې چې نه مري توکل وکړي؛ الله به د هغه ټول کارونه د هغه لپاره را ژوندي کړي، کارونه به یې تکمیل او بشپړ کړي. (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى). [الفرقان سورت: ایت 58].
اې الله اې د كار جوړوونكیه! د سترګو د رپ په اندازه مو خپل ځان ته مه پریږده، زمونږ په کمزورۍ رحم وکړه، او زموږ مجبورتیا جبران کړه؛ ته په ټولو شیانو باندې قادر یي.
78
الــنــُّـورُ (رڼا) -جل جلاله-
الله تعالی خپل ذات باندې داسې ثنا وایي:
(۞ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [النور سورت: ایت 35].
په "صحيحينو" کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- به پدې شیانو دعا کوله: «اللَّهُمَّ! اجْعَلْ فِي قَلْبِي نُوْرًا، وَفِي بَصَرِي نُوْرًا، وَفِي سَمْعِي نُوْرًا، وَعَنْ يَمِينِي نُوْرًا، وَعَنْ يَسَارِي نُوْرًا، وَفَوْقِي نُوْرًا، وَتَحْتِي نُوْرًا، وَأَمَامِي نُوْرًا، وَخَلْفِي نُوْرًا، وَاجْعَلْ لِي نُوْرًا». «یا الله! زما په زړه کې رڼا پیدا کړې، او زما سترګې، او غوږونه روښانه کړې، او زما ښی او ګس (چپ) لوری رڼا کړې، او له ما پورته او له ما ښکته رڼا پیدا کړې، او زما مخه او زما شا رڼا کړې، او ما ته رڼا راکړې».
او په الله قسم! دا بنده لپاره د الله له خورا قیمتي ډالیو څخه ده؛ چې هغه ته خپله رڼا او هدایت ورکړي.
او زمونږ بحث د زړونو د غذا، د روحونو د نعمتونه، او د نفسونو د خوښۍ په اړه دی، او دا تر ټولو لویه، ګټوره او غوره غذا ده، لکه څنګه چې ویل شوي:
هغې لره ستا په یاد کې خبرې دي چې مشغوله کړې یي ده
له څښاک او خوراک څخه یې بې غافله کړې ده
هغې لره ستا له مخ څخه رڼا ده چې په هغې سره روښانه کوي.
او له هغه وروسته ستا له خبرې څخه په تېزۍ سره ګټه اخلي
که د هغې لارې د ستونزو په اړه شکایت وکړي چې ژمنه یې کړې
د ملاقات روحیه په ټاکل شوي وخت کې به نور هم پیاوړی شي
د هغه د رڼا په سیوري کې:
الله -تبارك وتعالى- وفرمایل : (۞ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (الله د اسمانونو او ځمكې نور دى). [النور سورت: ایت 35].
د کتاب او سنت نصوص -لکه څنګه چې ابن تیمیه– رحمه الله - ذکر کړي، په کومو کې چې الله خپل ځان (رڼا) نومولی، په دریو سره راغلي:
لومړی: د هغه وصف په رڼا سره، د هغه – سبحانه و تعالی – پدې وینا سره: (وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا) (او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي). [الزمر سورت: ایت 69]، او په حدیث کې دي: «وَأَلْقَى عَلَيْهِمْ مِنْ نُوْرِهِ» "او په دوی باندې یې د خپلې رڼا څخه واچوله". [صحیح حدیث. ابن حبان روایت کړی].
دویم: دا چې هغه –تبارک و تعالی – پخپله رڼا ده، (۞ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (الله د اسمانونو او ځمكې نور دى). [النور سورت: ایت 35]، او په حدیث کې دي: «أَنْتَ نُوْرُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ» "تاسو د اسمانونو او ځمکې رڼا یاست". [د بخاري او مسلم روایت دی].
دریم: د هغه حجاب (پرده) رڼا ده، لکه په صحیح حدیث کې چې راغلي: «حِجَابُهُ النُّوْرُ، لَوْ كَشَفَهُ لَأَحْرَقَتْ سُبُحَاتُ وَجْهِهِ مَا انْتَهَى إِلَيْهِ بَصَرُهُ مِنْ خَلْقِهِ» "د هغه پرده رڼا ده، که چیرته هغه پرده لرې کړي، نو د هغه د مخ رڼایي به د هغه مخلوق سوځولي وای څومره چې د هغه لید رسیږي". [مسلم روایت کړی]. سبحات وجهه: د هغه نور او رڼا.
او د الله – عزوجل- رڼا چې د هغه وصف ده د پیدا شویو رڼاګانو سره مشابهت نه لري. (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 11].
او نور د هغه له نومونو څخه دی او همدارنګه
د هغه له صفاتو څخه، پاکي ده هغه ذات لره چې د ثبوت څښتن دی
تا ته څو خبرې ډالۍ کوم ...
علامه عبدالرحمن السعدي -رحمه الله- فرمايي: «د هغه – جل جلاله- له نومونو او صفتونو څخه: (رڼا) ده؛ چې دا د هغه لوی وصف دی، هغه د عظمت او عزت څښتن دی، او هغه د نور او رڼا څښتن دی، که چیرې له خپل عزتمند مخ څخه پرده لرې کړي نو د هغه د مخ رڼایي به د هغه مخلوق سوځولي وای څومره چې د هغه لید رسیږي».
هغه؛ هغه ذات دی چې ټوله نړۍ یې روښانه کړې؛ نو د هغه د مخ په رڼا سره تیارې، عرش، کرسۍ، اووه طبقې او ټول کاینات روښانه شول، او دا حسي رڼایي ده.
او کوم چې معنوی نور دی: نو هغه رڼا ده چې د هغه د پیغمبرانو، د هغه ځانګړو، د هغه د اولیاوو او د هغه د پرښتو زړونه په پوهې او مینې سره یې روښانه کړي، او د هغه پیژندنه د اولیاوو په زړونو کې رڼاګانې دي د پوهې له مخې چې دوی یې د هغه تعالی د صفتونو د عظمت څخه لري، او هغه ښکلي صفتونه چې هغوی ور باندې عقیده لري.
د هغه د لارښوونې خوږوالی!
هرکله چې تا الله –سبحانه و تعالی- وپیژانده، تا تر ټولو لوی علم ترلاسه کر؛ او د هغه په اړه پوهه د لوړو علومو څخه ده، او ټول ګټور علوم په زړونو کې رڼاګانې دي، په ځانګړي توګه هغه علم چې: ترټولو علومو غوره، عالي، اصل او اساس دی؟
او دلته؛ ستا په زړه کې د هغه –سبحانه و تعالی- د قول تصدیق کیږي چې فرمايي: (مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى). [النور سورت: ایت 35].
او دغه ورکړل شوی د رڼا مثال : په الله – عزوجل- او د هغه په صفتونو او نښانو باندې د ایمان رڼا ده، او همدارنګه د مومنانو په زړونو کې لکه: دغه رڼا چې ټول صفتونه یې سره یو ځای کړي دي.
نو له همدې امله د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه دا وه چې: «اللَّهُمَّ! اجْعَلْ فِي قَلْبِي نُوْرًا، وَفِي بَصَرِي نُوْرًا، وَفِي سَمْعِي نُوْرًا، وَعَنْ يَمِينِي نُوْرًا، وَعَنْ يَسَارِي نُوْرًا، وَفَوْقِي نُوْرًا، وَتَحْتِي نُوْرًا، وَأَمَامِي نُوْرًا، وَخَلْفِي نُوْرًا، وَاجْعَلْ لِي نُوْرًا» (یا الله! زما په زړه کې رڼا پیدا کړې، او زما سترګې، او غوږونه روښانه کړې، او زما ښی او ګس (چپ) لوری رڼا کړې، او له ما پورته او له ما ښکته رڼا پیدا کړې، او زما مخه او زما شا رڼا کړې، او ما ته رڼا راکړې). [بخاري او مسلم روایت کړی].
او کله دې چې زړه لدې رڼا څخه ډک شي، مخ خوا ته جریان پیدا کوي؛ نو مخ هم روښانوي، او د بدن غړي ورسره په اطاعت کولو مطیع او فرمانبرداره وي؛ لکه څرنګه چې په کتاب او سنت کې راغلي دي، او الله –سبحانه و تعالی- فرمايلي دي: (يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ) (الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي). [النور سورت: ایت 35].
ابن سعدي -رحمه الله- فرمایلي: «کله چې د دوی باطني بڼه په لمانځه روښانه شوه، د دوی ظاهري بڼه به د عظمت په رڼا سره روښانه شي، ﴿ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُود ﴾". (د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه)».
او دغه رڼا بنده د بدکارۍ څخه منع کوي؛ څرنګه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح حدیث کې راغلي دي چې فرمايي: «زناکار په داسې حال کې زنا نه کوي چې مومن وي، او هغه شراب نه څښي کله چې هغه څښي په داسې حال کې چې هغه مومن وي، او هغه غلا نه کوي کله چې غلا کوي په داسې حال کې چې هغه مومن وي ...». [بخاري او مسلم روایت کړی].
د هغه کتاب رڼا ده:
الله –عزوجل- موږ ته خبر راکړی چې هغه کتابونه چې د هغه له خوا نازل شوي دي: رڼا ده چې الله د خپلو بندګانو زړونه ورباندې روښانه کوي، هغه – تبارک و تعالی- وفرمایل: (إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ) (بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده). [المائدة سورت: ایت 44]، او فرمايي: (وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ) (او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه). [المائدة سورت: ایت 46].
او تر ټولو سترو نازل شوو رڼاګانو څخه: هغه کتاب دی چې پر محمد -صلی الله علیه وسلم- نازل شوی دی، هغه – تبارک و تعالی - وفرمایل: (قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ) (یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى). [المائدة سورت: ایت 15].
په دې سره الله – عزوجل- هغه کسان چې ايمان يې راوړى وو له تيارو څخه رڼا ته راوويستل: (الر ۚ كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ) (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن (او حكم) سره، د ډېر غالب، ډېر ستايل شوي ذات لارې ته). [إبراهيم سورت: ایت 1]، نو؛ کله چې کافران په دې پوه شول چې په دې امت کې دغه رڼا څومره اغېز لري؛ هغوی د دی رڼا د خاموشولو هڅه وکړه، مګر الله - عزوجل – د خپل کتاب ساتنه وکړه، (يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) (دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي). [الصف سورت: ایت 8]، او الله دې امت تر هغه وخته ساتنه کوي تر څو یی چې د هغه –سبحانه و تعالی- کتاب نیولی او تطبیق کړی وي.
لنډه دا چې ..
څرنګه چې رڼا د هغه له نومونو او صفتونو څخه ده؛ د هغه: دين رڼا ده، رسول يې رڼا ده، خبرې يې رڼا دي، او د بندګانو لپاره د هغه د عزت کور ځلانده رڼا ده، او د هغه د مؤمنو بنده ګانو په زړونو کې رڼا ځلیږي، او د هغوى په ژبو جاري ده، د دوی په غړو کې څرګندیږي، او هغه – تبارک و تعالی – خپله رڼا د قیامت په ورځ هغوی باندې بشپړوي، بېشکه چې الله فرمایلي دي: (نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې). [التحريم سورت: ایت 8].
اې د ځمکې او اسمانونو رڼا! زموږ لپاره زموږ رڼا بشپړه کړه، او موږ ته بخښنه وکړه؛ ته په هر څه باندې قادر یې.
79
کفایت کوونکی – جل جلاله -
په "صحيحینو" کې له جابر -رضي الله عنه- نه روايت دی چې وايي: موږ له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- سره د نجد غزا لپاره ووتلو، او په داسې دره کې ور باندې خوب راغلی چې ډیرې ونې پکې وې، نو د یوې ونې لاندې ښکته شو ترڅو د هغې د سیوري لاندې ارام وکړي، او خپله توره یې ځوړنده کړه، نو خلک د سیوري لپاره په ونو کې خواره شول، نو موږ په همدې حالت کې وو؛ چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ باندې غږ وکړ؛ نو موږ راغلو، د هغه مخې ته یو اعرابي ناست و، هغه وویل: «إِنَّ هَذَا أَتَانِي وَأَنَا نَائِمٌ؛ فَاخْتَرَطَ سَيْفِي، فَاسْتَيْقَظْتُ وَهُوَ قَائِمٌ عَلَى رَأْسِي مُخْتَرِطٌ صَلْتًا، قَالَ: مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّي؟ قُلْتُ: اللهُ، فَشَامَهُ ثُمَّ قَعَدَ، فَهُوَ هَذَا» « دغه کس هغه وخت ماته راغی چې زه ویده وم؛ او زما توره یې را وویستله، نو زه له خوبه پاڅېدم، چې ګورم هغه زما پر سر ولاړ و، او توره یې له پوښ څخه ویستلی وه، بیايې وويل: تا له ما څخه څوک ژغورلی شي؟ ما وویل: الله! نو هغه خپله توره پوښ کې ننویستله او بیا کېناست، نو هغه دا دی»، هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ته سزا ورنکړه.
هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل: (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ) (ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى). [الزمر سورت: ایت 36].
زموږ رب – سبحانه و تعالی- د خپلو بندګانو لپاره کافي دی؛ ځکه چې هغه د دوی روزونکی، ساتونکی او د دوی د چارو اصلاح کوونکی دی؛ الله –عزوجل- د دوی لپاره کفايت کوي، او دا د ټولو مخلوقاتو لپاره عمومي کفایت دی.
مګر د هغه ځانګړى کفایت؛ هغه: د توکل کوونکو او توبه کوونکو لپاره دی.
او دا پراخ کفایت دی، نو الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ) (ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښوونكى نشته). [الزمر سورت: ایت 36]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدې د ده لپاره بس (او كافي) دى). [الطلاق سورت: ایت 3]، یعنې: د هغه د ټولو دیني او دنیوي چارو لپاره بسنه کوي.
او د هغه –تبارک و تعالی- له کفایت څخه د خپلو رسولانو او مؤمنانو لپاره: دا دی چې پر دوی باندې خپله مرسته نازلوي، او د خپلو ملاېکو په ذریعه د هغوی ملاتړ کوي: (وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي). [الفتح سورت: ایت 4].
او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (بَلَىٰ ۚ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ) (ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځو زرو علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي). [آل عمران سورت: ایت 125].
هغه کافي دی:
بنده د خپل ژوند په ټولو چارو کې حتا د سترګو د رپولو لپاره هم خپل رب ته اړ دی؛ نو هغه د الله حفاظت، کفایت، او تایید کولو ته اړتیا لري؛ دا پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دی، موږ ته یو حدیث را زده کوي چې یو له لویو حدیثونو څخه دی چې الله – سبحانه و تعالی- د بنده لپاره کافي دی: صحیح روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هغه سړی چې له خپل کور څخه ووځي او پر الله باندې توکل وکړي؛ نو الله –عزوجل- به د هغه د کار جوړوونكى وي، په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ: بِسْمِ اللهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، يُقَالُ حِينَئِذٍ: هُدِيتَ، وَكُفِيتَ، وَوُقِيتَ. « کله چې یو سړی له خپل کور څخه ووځي او داسې ووايي: د الله تعالی په نوم، په الله تعالی باندې توکل کوم، نشته ځواک او طاقت مګر الله تعالی لره دي، په دغه وخت کې به ووېل شي: تا ته ښودنه وشوه، او ته خود کفا شوې، او ته بچ وساتل شوې.
بیا به شیطانان د هغه خوا ته روان شي، او بل شیطان به ورته ووایي: ته څنګه داسې سړي ته ځان وررسوې چې هدایت، کفایت او ساتنه یې شوي وي؟». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او مؤمن بنده د حفاظت او استقامت لپاره د هغه په ښکلو نومونو سره په مکرر ډول دعا او توسل کوي، ځکه چې له هغه پرته بل څوک کفایت کوونکی نشته، او له هغه پرته بل څوک ساتونکی نشته، په صحیح مسلم کې راغلي دي چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- چې به کله خپل بسترې ته تللو نو دا به یی ویل: «الحَمْدُ لِـلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا، وَكَفَانَا وَآوَانَا؛ فَكَمْ مِمَّنْ لَا كَافِيَ لَهُ وَلَا مُؤْوِيَ!». «د الله ستاینه ده چې موږ ته یې خواړه او څښاک راکړل، او زموږ لپاره کافي شو او موږ ته یې سرپناه راکړه؛ څومره ډیر دي هغه خلک چې نه کافي لروونکی لري او نه سرپناه!».
د هغه له دروازې څخه مه لرې کیږه!
نو کله چې مؤمن بنده که د الله – سبحانه و تعالی- په هکله ښه ګمان وکړي، او په توکل کې ریښتینی اوسي او د هغه هیله لویه شي؛ نو یقینا چې الله هغه نه مایوسه کوي؛ ځکه الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافي) دى). [الطلاق سورت: ایت 3].
دا اسبابو ته د هغوی له مسبباتو سره له ورکولو څخه دي، او له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوي دي چې فرمایي: «الله فرمايي: «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي؛ إِنْ ظَنَّ بِي خَيْرًا فَلَهُ، وَإِنْ ظَنَّ شَرًّا فَلَهُ» زه به هماغسي یم لکه څنګه چې زما بنده زما په اړه فکر کوي؛ که هغه زما په اړه ښه فکر وکړي، هغه لپاره به هماغسي وي، او که هغه بد فکر وکړي، د هغه لپاره به هماغسي وي». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
الله د یوسف -علیه السلام- د موضوع مسولیت په غاړه واخیست، نو کاروان یې په صحرا کې اوبو ته اړ کړ چې د کوهي څخه یې راوباسي، بیا د مصر پاچا یې اولاد ته اړ کړ ترڅو هغه د ځان لپاره په زوی توب ونیسي، بیا یې پاچا د خوب تعبیر ته اړ کړ ترڅو له زندان څخه یې وباسي، بیا یې ټول مصر خوراک ته اړ کړ ترڅو د مصر عزیز جوړ شي، نو کله چې الله ستا مسئوولیت پر غاړه واخلي د خوشحالۍ ټول اسباب به درته چمتو کړي پداسې حال کې چه ته به خبر هم نه یې، نو ته یوازې په الله توکل وکړه هغه ستا لپاره کافي دی، او په ریښتیا توګه ووایه: "وَأفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّه". "او زه خپل کار الله ته سپارم".
ازموینه ..
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: کله چې هغه خپل کفایت توکل کوونکی لپاره بیان کړ؛ نو کیدای شي چې دا وهم او خیال پیدا شي چې: د توکل په وخت کې د چټکتیا سره به کفایت هم پلي کیږي؛ نو لدې امله یې ورپسې دغه وینا وکړه چې: (قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) (یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرره كړې ده). [الطلاق سورت: ایت 3]، يعنې: هغه وخت چې هغه څخه نه تېرېږي، هغه به هغه وخت ته رسوي چې د هغه لپاره يې ټاکلی دی.
نو توکل کوونکی دې بېړه نکوي دا چې هغه ووایی: دعا مې وکړه، لمونځ مې وکړ، خو څه مې ونه لیدل، او زما لپاره کفایت حاصل نشو؟! الله په هغه وخت کې خپل کار ترسره کوي چې د هغه لپاره یې ټاکلی وي".
نو لدې امله؛ الله -جل و علا- خپل ځينې بندګان د هغوی د توکل ریښتونولي ازمويي؛ نو په ځواب کې ځنډ کوي، او کله چې پر ځینو باندې دغه موده اوږده شي، دوی په الله باندې توکل پریږدي، او هغه به لاړ شي او مخلوق ته به ځان خوار او ذلیل کړي؛ حتا که د دین او رب - عزوجل – د رضایت په بیه هم وي .
په حدیث کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنِ التَمَسَ رِضَاءَ اللهِ بِسَخَطِ النَّاس؛ كَفَاهُ اللهُ مُؤْنَةَ النَّاس، وَمِنَ التَمَسَ رِضَاءَ النَّاسِ بِسَخَطِ اللهِ؛ وَكَلَهُ اللهُ إِلَى النَّاسِ» «څوک چې د خلکو په قهرولو سره د الله رضا لټوي؛ الله به یې د خلکو د مرستې څخه د هغه کفایت وکړي، او څوک چې د الله په قهرولو سره د خلکو رضایت لټوي؛ الله به یې خلکو ته وسپاري». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
مناسب او کافي ځواب..
او بنده لره به د هغه مقصود ترلاسه نشي ترڅو چې آخرت خپله اندیښنه ونه ګرځوي، او په حدیث کې له هغه -عليه الصلاة والسلام- څخه نقل شوي چې فرمایي: «مَنْ جَعَلَ الهُمُومَ هَمًّا وَاحَدًا: هَمَّ آخِرَتِهِ؛ كَفَاهُ اللهُ هَمَّ دُنْيَاهُ، وَمَنْ تَشَعَّبَتْ بِهِ الهُمُومُ فِي أَحْوَالِ الدُّنْيَا لَمْ يُبَالِ اللهُ فِي أَيِّ أَوْدِيَتِهَا هَلَكَ!» «هغه څوک چې خپلې اندیښنې یوه اندیښنه وګرځوي: د آخرت اندیښنه؛ الله به د هغه د دنیوي اندیښنو کفایت وکړي، او چا لره چې د دنیا د کارونو بیلابیلې اندیښنې راشي، الله به د هغه پروا ونکړي چې په کومه دره کې هلاک کیږي!». [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: "څوک چې له ځان څخه پرته الله سره مشغول شي، الله به د هغه د کار تضمین او کفایت وکړي، او څوک چې د خلکو پرته الله سره مشغول شي، الله به د هغه کار چې خلکو سره دی تضمین او کفایت وکړي، څوک چې د الله پرته له ځان سره مشغول شي، الله به هغه خپل ځان ته وسپاري، او څوک چې د الله پرته خلکو سره مشغول شي، الله به هغه خلکو ته وسپاري».
ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې رحمت ... او کفایت یې مخلوق ته رسېږي د مهربانۍ او احسان څښتن دی .... او ستا لپاره دا کافي دی هغه ذات چې مهرباني یې تر اوسه جریان لري ... تا ته په مهربانۍ او نرمۍ سره راځي ... ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې تر اوسه د هغه په ستر کې یې ... او تا وېني کله چې ته نا فرماني او ګناه وکړې
ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې تر اوسه د هغه په ساتنه ... او بچاوو کې یې د زمانو په اوږدو کې ... کافي دی تا لره هغه رب چې ته همېشه د هغه په فضل او مهرباني کې يې ... اوړي را اوړي په پټه او ښکاره کې
اې الله، اې کافي ذاته! موږ ته په حلالو له حرامو څخه بسنه وکړه، او له نورو د فضل څخه خپل فضل باندې مو بسنه وکړه.
80 - 81
المَـوْ لَى الـوَلِــيُّ (مالک او مدد ګار) -جل جلاله-
ته ملاتړ ته اړتیا لرې، ښوونکي ته اړتیا لرې، مرجع او سرچینې ته اړتیا لرې، هغه چا ته اړتیا لرې چې هغه باندې توکل وکړې، څښتن ته اړتیا لرې، داسې چا ته اړتیا لرې چې تا ته ډاډ درکړي ځکه چې پدې ژوند کې د ستونزو شتون طبیعي خبره ده، ته قوي ځواک ته اړتیا لرې چې د دښمنانو له شر څخه ستا ساتنه وکړي، ته خپل مالک ته اړتیا لرې.
زه تا ته هېله مند راغلی یم اې د جلال څښتنه ... نو هغه بد حالت چې په ما راغلی زما څخه یې لرې کړه
یو غلام شکایت نه کوي مګر ... خپل بادار ته اې د غلامانو باداره (مالکه)
الله – سبحانه و تعالی- په خپل کتاب کې فرمایلي دي: (وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ) (او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى). [الشورى سورت: ایت 28]، او فرمایلي یې دي: (اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ) (او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي). [البقرة سورت: ایت 257].
زموږ رب - عزوجل - د ټولو مخلوقاتو ولي او مالک دی؛ په پیدا کولو او تدبیر سره، او په هر وخت او هره شیبه کې د اسمانونو او ځمکې د کارونو او اندازو، او اداره کولو کې، او موږ لره له هغه پرته بل څوک ساتونکی نشته چې موږ ته ګټه ورسوي، او له موږ څخه زیانونه، د شر کارونه او بدۍ لرې کړي، زموږ واک او اختیار له هغه – عزوجل- سره دي.
او دا عمومي ولایت (دوستي) ده، چې دا: د ټولو مخلوقاتو سرپستي او ټولیز اداره کول دي، د نیک او فاسق، مؤمن او کافر لپاره.
مګر ځانګړی ولایت (دوستي)؛ دا د متقیانو اولیاوو لپاره ده؛ چې هغوی د جهالت، کفر او نافرمانۍ له تیارو څخه د علم، ایمان او اطاعت رڼا ته راوباسي، د هغوی پر دښمن باندې د هغوی مرسته کوي، او د هغوی لپاره د دوی دنیوي او دیني چارې سموي.
دا ولایت (دوستي) لاندې شیانو ته اړتیا لري: نرمي، رحمت، اصلاح، ساتنه او مینه، ایا الله –عزوجل- ندي فرمایي: (اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ) (او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي). [البقرة سورت: ایت 257].
دوستي د پیروۍ په پیمانه ده:
د الله –تبارک و تعالی- ولایت (دوستي) د مومن بنده لپاره د هغه د مینې له مخې ده چې هغه سره یې لري، ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: "د ولایت او دوستۍ اساس: مینه ده، ځکه چې د مینې پرته دوستي نشته، لکه څنګه چې دښمني کې اصل نفرت دی.
او الله د هغو کسانو ساتونکی او دوست دی چې ایمان یې راوړی وي او هغوی د الله اولیا او دوستان دي، نو دوی د هغه سره د مینې درلودلو پر اساس دوستي کوي ،او هغه له دوی سره د مینې درلودلو پر اساس دوستي کوي، نو الله د خپل مومن بنده سره د هغه د مینې پر اساس دوستي کوي".
او د الله -سبحانه و تعالی- دوستي د نورو دوستیو په څیر نه ده؛ (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 11].
او الله - سبحانه وتعالى - د خپل بنده سره په احسان، مهربانۍ، او جبران کولو له مخې دوستي کوي. (اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا) (الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى). [البقرة سورت: ایت 257]، د مخلوق پر خلاف؛ مخلوق به مخلوق سره دوستی کوي تر څو هغه تقویه کړي او په خپلې دوستۍ سره یې ډیروي، د بنده د ذلت او محتاجۍ په موخه.
مګر غالب او بډای ذات – سبحانه و تعالی - هغه د ذلت او محتاجۍ له امله د هیچا سره خواخوږي او دوستي نه کوي، نو الله – عزوجل- فرمایلي دي: (وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا) (او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله). [الإسراء سورت: ایت 111].
هغوی هغه خلک دي ..
د الله د بندګانو څخه د دوست صفت: هغه څوک دي چې الله – عزوجل- او د هغه له رسول –صلی الله علیه وسلم- سره مينه لري، او له هغه چا سره مينه لري چې هغه له الله او د هغه له رسول سره مينه لري، او له هغه چا سره دښمني کوي چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، او د هغه چا سره دوستي کوي چې هغه د الله او د هغه د رسول سره دوستي کوي، او د هغه چا سره دښمني کوي چې د الله او د هغه د رسول سره دښمني کوي، او د الله اطاعت کوي، او د هغه د نافرمانۍ څخه ډډه کوي. (وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ) (او څوك چې له الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د الله ډله غالبه كېدونكې ده). [المائدة سورت: ایت 56]، (لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) (ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي). [المجادلة سورت: ایت 22].
لاره:
ولایت او دوستي: له دوو شرطونو پرته نه حاصليږي: په تقوا، او ايمان سره، نو الله –سبحانه و تعالی- فرمايلي دي: (أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (62) (اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي. الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ (63) هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي. لَهُمُ الْبُشْرَىٰ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (64)) د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ تبديلي نشته، همدغه ډېر ستر برى دى). [يونس سورت: ایت 62-64].
او د الله – تبارک و تعالی – دوستي هغه لاسته راوړنه ده چې اسباب او د زړه او جسمي اعمالو په درلودلو سره ترلاسه کيږي، الله –سبحانه و تعالی- فرمايي: (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) (او کوم کسان چې په دین زمونږ کې کوشش کوي، (نو) مونږ به دوی ته خامخا ضرور خپلې لارې وښېو او بېشکه الله خامخا د نېکي کوونکو ملګری دی). [العنكبوت سورت: ایت 69]، (وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) (او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول). [الأنعام سورت: ایت 127].
خلک د الله –عزوجل- په دوستۍ کې د هغوی د ایمان او تقوا له مخې یو بل سره توپیر لري.
د قبولۍ چابیانې:
هرڅومره چې بنده د فرایضو او شرعي غوښتنو په ترسره کولو سره الله ته نږدې شي؛ په هماغه پیمانه به د الله –سبحانه و تعالی- مینه او نږدېوالی ترلاسه کړي.
صحیح روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يقَوْلُ اللهُ -عز وجل- : مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ. «الله – عزوجل- فرمايي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، زه له هغه سره د جګړې اعلان کوم، او زما بنده ما ته په یو شي نه نږدې کېږي چې ما ته ډیر ګران وي د هغه څه نه چې ما په هغه فرض کړي، او زما بنده په نفلونو سره ما ته نږدې کیږي تر څو چې زه ورسره مینه وکړم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه غوږ یم چې هغه ورباندې اوري، او د هغه سترګه به یم چې هغې سره ویني، او د هغه لاس یم چې په هغه ورسره نیول کوي، او د هغه پښه یم چې هغې سره ګرځي، او که هغه له ما څخه وغواړي، زه به یې ورکړم، او که هغه زما څخه د پناه غوښتنه وکړي، زه به هغه ته پناه ورکړم.
وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ المُؤْمِنِ؛ يَكْرَهُ المَوْتَ، وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ» او زه د هیڅ څیز په هکله زړه نا زړه نه یم چې زه یې کوونکی یم لکه زما زړه نا زړه توب د مومن د ساه (روح اخېستلو) کې، هغه د مرګ څخه کرکه لري، او زه د هغه خپګان بد ګڼم». [بخاري روایت کړی].
شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- فرمايي: «ولي، هیڅکله د الله ولي نشي جوریدلی مګر دا چې په ظاهر او باطن کې د رسول -صلی الله علیه وسلم- پیروي وکړي، نو د هغه سره دوستي کول د رسول -صلی الله علیه وسلم- د پیروۍ په پیمانه دي».
کله چې تاسره دوستي وکړي تا به حیران کړي !!
د دی ځانګړې دوستۍ غوښتنه: په خپلو بندګانو باندې مهرباني او هغوی ته توفیق ورکول دي، (اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ) (او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي). [البقرة سورت: ایت 257].
او دا : د ګناهونو د بخښنې او رحمت تقاضا کوي، (أَنتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۖ وَأَنتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ) (او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي). [الأعراف سورت: ایت 155].
او په : دښمنانو باندې د بریا او ملاتړ تقاضا کوي، (أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ) ( هم ته زمونږ کار ساز یې نو د کافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وکړه). [البقرة سورت: ایت 286]، او الله –سبحانه وتعالی- وفرمایل: (بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ) (بلكې الله ستاسو مددګار دى او هغه تر ټولو ښه مدد كوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 150].
د ولایت او دوستۍ تقاضا: جنت ته ننوتل او د دوزخ له اوره ژغورل کیدل دي، الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (۞ لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِندَ رَبِّهِمْ ۖ وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) (د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول). [الأنعام سورت: ایت 127].
د الله له سترو نعمتونو څخه: دا چې الله ستا دوست وي، هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل: (نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ) (هغه ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى). [الأنفال سورت: ایت 40]، نو که الله – عزوجل- ستا دوست وي؛ نو په یقین سره تا په دنیا او اخرت کې امنیت ترلاسه کړ: (أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ) [(نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي]. [الأنعام سورت: ایت 82].
ته ډاډمن یې؛ ځکه چې الله – جل و علا- ستا سره دی، ستا ژبه تل وایي: (قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، همغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي). التوبة سورت: ایت 51]. هغه تا باندې سختي راولي، تا باندې فشار راوړي، ترڅو تا غوره کړي؛ (وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) (او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو). [القصص سورت: ایت 5].
که ستا مالک ستا پالنه په غاړه واخلي؛ ته به په ډېره پاملرنې کې واوسې، او په لوی نعمت کې به وې، ته به خطا کوې او هغه تا ته سزا درکوي، ته به اسراف کوې او هغه به تا باندې کمښت راولي، ته به مغروره کیږې او هغه به تا ته ادب درکوي؛ او دا یوازې د دې لپاره دی چې الله – جل و علا – ستا مالک دی؛ ښه پالونکی او ښه ساتونکی دی.
او ته په یقین سره پوهیږې: چې دا د مینه کوونکي لخوا سزا ده او عذاب ندی؛ ځکه چې الله خپلو عزیزانو ته عذاب نه ورکوي؛ (وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَىٰ نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم ۖ بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ) (او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ). [المائدة سورت: ایت 18].
اې زما الله! ته د احسان څښتن یې ... او ستا له طرفه سخاوت او ډېره مهرباني ده
اې زما الله! خپلې بخښنې سره ما باندې مهرباني وکړه ... زه په دروازو کې ذلیل او متواضع ولاړ یم
اې الله! موږ ستا د مولا په نوم له تا څخه سوال کوو چې موږ ته جنت ته د ننوتو اجازه راکړه، او په پټه او ښکاره کې مو له خپلو دوستانو څخه وګرځوه.
82
الهَــادِي (د نېغې لارې هدایت كوونكى) ذات -جل جلاله-
زه د یو وخت لپاره ګمراه شوم چې په هدایت نه پوهېدم
او هغه زما په زړه کې د تیارې په څیر وه
نو کله چې الله وغوښتل ما ته لارښوونه وکړي
هغه ماته د حق لاره وښودله او ماته یې لارښوونه وکړه
نو له خپل ځان څخه مې د بدبختۍ او بدۍ تیاره لرې کړې
او د هدایت لپاره مې رڼا له ځانه سره واخیستله
او زه د محمد پیغمبر دین ته ورسیدم
او د ګمراهۍ وروسته دعوتګر جوړ شوم
د الله –جل و علا- له رحمت څخه پر بندګانو باندې دا دی چې: هدايت د هغه په لاس كې دی، او الله خپل ځان په لارښوونكي (الهادي- عزوجل-) نومولی:
او مونږ د دې نوم سره تم کېږو، او مونږ له هغه څخه دا غواړو چې: په خپلې اجازې سره مونږ ته د حق او مستقیمې لارې لارښوونه وکړي:
هغه –تبارک و تعالی- فرمایلي: (وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى). [الحج سورت: ایت 54]، او هغه -تبارک وتعالى- فرمایلي-: (وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا) (او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى). [الفرقان سورت: ایت 31].
نو زمونږ رب –عزوجل- هغه ذات دی چې خپلو بندګانو ته د ګټې په جلبولو او د تاوان له مخنیوي څخه لارښوونه کوي، او دوی ته هغه څه ور زده کوي چې دوی پرې نه پوهیږي، دوی ته د بریالیتوب او سم کار لارښوونه کوي، او دوی ته د تقوی الهام ورکوي، او د دوی زړونه توبه کولو ته اړ باسي، ترڅو د هغه –سبحانه و تعالی- د امر تابع وګرځي.
د الله لارښوونه انسان ته..
په څلور ډوله ده:
لومړی: عمومي لارښونه، او هغه: د هر نفس لپاره د هغه د ژوند د ګټو او هغه څه چې هغه یې ترسره کوي لارښوونه کوي، او دا د ټولو ژوندیو لپاره جامع لارښوونه ده؛ خبرې کوونکي ژوندي او څاروي، مرغۍ او خوځیدونکي، فصاحت لرونکي او عجمیان.
دویم: د مکلفو کسانو لپاره د هدایت او بیان لارښوونه، او هغه: د الله –عزوجل- حجت دی د هغه پر مخلوق باندې؛ چې هغه ته به عذاب نه ورکوي مګر د حجت د قایمولو څخه وروسته.
هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَىٰ عَلَى الْهُدَىٰ) (او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه). [فصلت سورت: ایت 17].
دریم: د توفیق ورکولو او الهام لارښوونه او د حق د منلو او هغه باندې د رضایت لپاره د سینې پراخوالی، نو الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ) (او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى). [الإسراء سورت: ایت 97]، (وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ) (او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي). [التغابن سورت: ایت 11].
نو لدې امله؛ الله –سبحانه و تعالی- خپلو بندګانو ته امر کړی چې له هغه څخه هدایت او لارښوونه وغواړي؛ بلکې هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې په هر رکعت کې له هغه څخه د لارښوونې غوښتنه وکړي: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه). [الفاتحة سورت: ایت 6].
څلورم: د قيامت په ورځ د جنت او دوزخ خوا ته لارښوونه؛ نو الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ) (هغه (الله) به دوى ته خامخا لار ښوونه وكړي او د دوى حال به ښه كړي). [محمد سورت: ایت 5]، (وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ) (او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې). [الأعراف سورت: ایت 43].
اما د اور خوا ته لارښوونه؛ الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (۞ احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ (22) [(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه. مِن دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ (23)) له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ]. [الصافات سورت: ایتونه 22-23].
هرڅومره چې ستا لارښوونې ډیرې شي، په هماغه پیمانه لوړیږي..
او لارښوونه (هدایت) تر ټولو لوی نعمت دی چې لارښود (الهادي) ذات یې خپل بنده ته ورکوي، او له دې پرته هر نعمت زوال کیدونکي دي.
او هغه کسان چې په علم کې راسخ او قوي ریښې لروونکي وي د دې نعمت لپاره خورا لیواله دي، او دوی الله ته دعا کوي چې دغه نعمت ترې ختم نشي: (رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا) [(او وايي) اې زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله]. [آل عمران سورت: ایت 8].
او په یقین سره چې لارښوونې لپاره پاي نشته؛ که بنده هرڅومره په هغې کې هرې درجې ته رسیدلی وي! نو د هغه د لارښوونې څخه پورته بله لارښوونه شتون لري، او د هغه لارښوونې څخه پورته بله لارښوونه شتون لري، تر هیڅ پایه پورې، نو څومره چې بنده د خپل رب څخه ووېرېږي، هغه به بلې لارښوونې ته پورته کېږي؛ او هغه به په ډیرو لارښوونو کې وي که چیرې هغه په دیرو تقواګانو کې وي، الله -سبحانه وتعالى- فرمايي: (وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى) (او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده). [مريم سورت: ایت 76].
او کله چې د تقوا یوه برخه له لاسه ورکړي نو د هغه په اندازه د لارښوونې یوه برخه له لاسه ورکوي، او چا لره چې لارښوونه حاصله شي؛ هغه ابدي نعمتونه ترلاسه کړل، او الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه. صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ) د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى). [الفاتحة سورت: ایت 7].
او د لارښوونې نښه: د سینې پراخوالی دی؛ هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ) (نو هغه څوک چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي). [الأنعام سورت: ایت 125]، او هغه چا لره چې الله –تبارک و تعالی- هدایت وکړي، هیڅوک هغه نشي ګمراه کولی؛ او ددې خبرې ضد هم سم دی؛ هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (36) (او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته. وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ) او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته). [الزمر سورت: ایت 36-37].
له همدې امله؛ د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- له ډېرو دعاګانو څخه يوه دا وه: «اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْأَلُكَ الهُدَى وَالتُّقَى، وَالعَفَافَ وَالغِنَى» «اې الله! زه له تا څخه د هدايت او تقوا، عفت او بډاینې غوښتنه کوم». [مسلم روایت کړی]، او هغه -صلى الله عليه وسلم- علي -رضي الله عنه- ته ددې ښوونه وکړه: «قُلْ: اللَّهُمَّ! اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي» «ووایه: اې الله! ما ته لارښوونه وکړه او ما مضبوط کړه». [مسلم روایت کړی].
او هغه -صلى الله عليه وسلم- حسن بن علي -رضي الله عنهما- ته ښوونه وکړه چې د وترو په قنوت کې دا ووایي: «اللَّهُمَّ! اهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ» «اې الله! ما ته هدایت وکړه له هغه چا سره چې تا ورته هدایت کړی وي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
د اطاعت او ګناه تر منځ د ژوند یو خطر دا دی چې ته نه پوهیږې چې ستا پایله به په کوم یو سره وي.
شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- فرمايي: «ګناهونه د انسان د نفس له لوازمو څخه دي، او هغه په هره شېبه کې هدایت ته اړ دی، او تر خوراک او څښاک زیات هدایت ته اړتیا لري».
د اسمان دروازه وټکوه!
هغه – عزوجل- د ابراهیم -علیه السلام- په ژبه فرمایي: (وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ) (او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي). [الصافات سورت: ایت 99].
ته په خپل ضعف سره الله ته لاړ شه هغه به تاته په خپل قوت سره راشي.. الله ته په ذلت لاړ شه هغه به تاته په خپل عزت سره راشي..
ته په یوازیتوب او تنهایي سره الله ته لاړ شه، هغه به تاته په خپل اُنس سره راشي..
ته په خپل فقر سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته په خپلې شتمنۍ سره راشي.
ته په خپلې اندېښنې سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته آرامي او خلاصون درکړي..
ته په خپل غم سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته خپله خوښي راولیږي.
اې زما الله ما د خپل عذاب څخه وژغوره ځکه چې زه ... یو ذلیل، زنداني، ډاریدونکی او تاته تسلیم یم
اې الله ما ته د بخښنې خوند راوڅکه هغه ورځ چې هلته اولاد او مال ګټه نشي رسولی
او په پای کې ..
شیرازي -رحمه الله- وایي: »یوه شپه مې له خپل پلار سره تیره کړه او شاوخوا نور خلک ویده ول، ما وویل: له دې کسانو څخه هیڅوک هم پا نه څیدل ترڅو دوه رکعته لمونځ وکړي! هغه وویل: اې زما زویه!».
ستا استقامت تا ته دا حق نه درکوي چې د نورو په ګمراهۍ باندې ملنډې ووهي؛ زړونه د رحمان د دوو ګوتو تر منځه دي، هغه چې څرنګه وغواړي بدلوي یي، نو په خپل کار او عبادت باندې مه دوکه کېږه، ځکه چې دا پر تا باندې د الله فضل دی؛ نو له الله څخه ځان ته د استقامت او نورو ته د هدایت غوښتنه وکړه؛ او الله خپل پیغمبر – غوره انسان -ته وفرمایل: (وَلَوْلَا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا) (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې). [الإسراء سورت: ایت 74]، نو ستا به څه حال وي؟!".
اې هدایت کوونکی ذاته! موږ ته لارښوونه وکړه د هغه حق په اړه چې دوی پکې سره ستا په اجازې اختلاف لري؛ ته لارښوونه کوې چا ته چې ته وغواړې.
83
النــَّصِــيرُ (ښه مدد كوونكى) ذات -جل جلاله-
په صحیحینو کې راغلي دي: د حدیبې شرطونه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په اصحابو باندې درانه تمام شول..
قال عمر بن الخطاب: فأتيت النبي -صلى الله عليه وسلم- ؛ فقلت: ألست نبي الله؟ قال: «بَلَى»، قلت: ألسنا على الحق، وعدونا على الباطل؟ قال: «بَلَى»، قلت: فلم نعطي الدنية في ديننا إذًا؟! عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- وایي: زه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغلم؛ ما وویل: ایا ته د الله پیغمبر نه یې؟ ويې ويل: هو یم، ما وويل: آيا موږ په حق او د دښمنان په باطل ندي؟ ويې ويل: هو دي، ما وويل: نو بيا ولې خپل دين ته ټیټ ارزښت ورکوو؟!
نو هغه – صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «إِنِّي رَسُولُ اللهِ، وَلَسْتُ أَعْصِيهِ، وَهُوَ نَاصِرِي» "زه د الله رسول یم، او د هغه نافرماني نه کوم، او هغه زما مرستندوی دی". [دا د بخاري لفظ دی].
ته هغه لوړ ذات یې چې حق غالبوي ... او هغه شر ته ماتې ورکوي چې له حده اوختی وي او ورانی کوي
نو ته هغه ذات یې چې حقدارانو ته خپل حقونه ورکوي ... او ستا مرسته ډیره قوي او نږدې ده.
الله -تعالی- د خپل لوړ ذات په اړه فرمايي: (فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ) (نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، هغه ښه مولٰی او ښه مدد كوونكى دى). [الأنفال سورت: ایت 40].
زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې په دې دنیا کې د خپلو دښمنانو په مقابل کې د خپلو رسولانو، پیغمبرانو او اولیاوو مرسته کوي، هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي: (إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ) (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: ایت51].
او زموږ رب – عزوجل – د کمزورو سره مرسته کوي، او له مظلوم څخه ظلم لرې کوي؛ حتا که هغوی کافران هم وي؛ او د هغوی لپاره له الله پرته بل هیڅ مرستندوی نشته.
او زمونږ رب – عزوجل- مومنانو ته د دوی د دښمن پر وړاندې بریا ورکوي؛ که هغه بهرني وي؛ لکه کافران او ظالمان، او یا داخلي وي؛ لکه نفس او شیطان، او دا د مومن لپاره د هغه د بهرنيو دښمنانو په پرتله ډیر زیان رسوونکي دي؛ (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) (او کوم کسان چې په دین زمونږ کې کوشش کوي، (نو) مونږ به دوی ته خامخا ضرور خپلې لارې وښېو او بېشکه الله خامخا د نېکي کوونکو ملګری دی). [العنكبوت سورت: ایت 69].
او کله چې د الله مرسته راښکته شي؛ نو پر هغه کس به هیڅ څوک بریالی نشي چې هغه یي ملاتړ کوي، او هغه چا سره به مرسته ونشي د چا یې چې مرسته نه وي کړی. (إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ) (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته). [آل عمران سورت: ایت 160].
د بریا شکلونه:
او د الله د مرستې ډولونه د مومنو بندګانو لپاره د الله –عزوجل- له خوا څخه راځي چې بنده یې فکر هم نکوي، نه شمیرل کیږي، نه محدودیږي، او نه رد کیږي:
کله: د ملاېکو په ملاتړ سره وي؛ لکه څنګه چې د بدر په بریا کې د هغه د پیغمبر او د هغه د صحابه وو سره وشو؛ او کله په سخت باد سره لکه په عاد او احزابو باندې چې وشو، او یا د ابابیل مرغانو په لیږلو سره؛ لکه چې اصحاب الفیل سره وشو، او یا په چیغه باندې؛ لکه څنګه چې په ثمودو باندې وشو، او یا ځمکې په شلېدلو (خسف) لکه چې د قارون قوم باندې ترسره شو؛ او یا په کاڼي ویشتونکي باد سره، لکه چې د لوط قوم باندې ترسره شو، او یا په طوفان سره ؛ لکه چې د نوح قوم باندې ترسره شو.
او د الله – عزوجل- لښکرې بې حده دي، او الله په خپل کار باندې غالب دی، او هغه –تبارک و تعالی- په هر څه قدرت لري.
د بریا شکلونه: ځینې وختونه پر دښمنانو باندې کامیابېدلو او ماتولو باندې وي؛ لکه د داؤد او سلیمان –علیهما السلام- او محمد -صلی الله علیه وسلم-.
او کله کله د رسولانو په ژوند کې له درواغ ویوونکو څخه په غچ اخیستلو سره وي؛ لکه د نوح، او د لوط قومونو، او د فرعون او نورو له منځه وړل، او یا د هغوی له مرګه وروسته؛ لکه د یحیی علیه السلام په قاتلینو باندې د بختنصر تسلط، او د رومیانو تسلط د عیسی -علیه السلام- د وژنې په اراده کوونکو باندې.
نو الله -عز وجل - وفرمایل: (إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ) (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: ایت 51].
کافي او بشپړ ځواب..
السدي وایي: «انبیاء او مؤمنان په دې دنیا کې په داسې حال کې وژل شوي چې دوی مدد کړل شوي وو، او هغه ددې لپاره: هغه قوم چې د پیغمبرانو او مومنانو سره داسې چلند کوي، تر هغه وخته له منځه نه ځي ترڅو چې الله یو قوم راولیږي چې هغوی باندې هغو کسانو سره مدد وکړي چې دوی څخه خلک وژل شوي دي، نو په دې آيت سره دغه ستونزه لرې شوه».
او د بلې ستونزې په اړه چې ځیني خلک هغه واردوي د الله – عزوجل- پدې وینا سره: (وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا) او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي [النساء سورت: ایت 141]:
نو په آخرت کې هیڅ ستونزه نشته.
مګر په دنیا کې؛ د دې ځواب په اړه لکه څنګه چې ابن القیم -رحمه الله- وفرمایل: "هر کله چې ایمان ضعیف شي، د دوی دښمنان به پر دوی باندې لارې ولري د هغه څه له مخې چې د دوی په ایمان کې نیمګړتیاوې شتون لري.
نو مومن عزیز، غالب، ملاتړ شوی او مرسته کړی شوی دی: (إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ) (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: ایت 51].
هغه څه چې مسلمان د کافرانو له تسلط څخه په دې زمانه کې ویني هغه لدې له امله دي: کوم څه چې مسلمانانو په خپل دین کې د لږوالي او یا زیاتوالي له مخې منځته راوړي دي، نو که دوی توبه وکړي، د دوی ایمان به بشپړ شي، او د دوی بریا به د الله – عزوجل- له خوا راشي: (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) (وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي). [الروم سورت: ایت 6].
د بریا قیمت: ایمان، تیاری او صبر دی؛ ځکه چې الله – عزوجل- فرمايي: (وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ) (او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي). [الروم سورت: ایت 47]، او فرمایي: (وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ) (او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ). [الأنفال سورت: ایت 60]، او فرمایي: (وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا) (او كه تاسو صبر وكړئ او(د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي). [آل عمران سورت: ایت 120]، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «...وَأَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ» "... او بریا له صبر سره راځي". [صحیح حدیث. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
او دلته، بریا د مرستندوی رب څخه راښکته کیږي؛ ځکه چې الله – عزوجل- فرمايي: (وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ) (او نه دى مدد مګر د الله له جانبه). [آل عمران سورت: ایت 126]، او فرمایي: (إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ) (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته). [آل عمران سورت: ایت 160].
او کله چې الله –جل وعلا- تا سره وي، څوک به ستا پر وړاندې وي؟
او کله چې هغه ستا پر ضد وي نو څوک به ستا سره وي؟
څوک چې په الله تعالی پناه واخلي هغه به خود کفا کړي او د هغه مقام به لوړ کړي: (وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ) (او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى). [الحج سورت: ایت 78].
نو مؤمن له مؤمن سره مینه کوي، او په غیب کې ورسره مرسته کوي، که څه هم کورونه او وختونه له یو بل څخه لرې وي.
اې الله اې مدد کوونکیه! موږ ته پر کافرانو باندې بریا په برخه کړه.
84
الـوَارِثُ (دهر شي وارث ، مالک) ذات -جل جلاله-
يو حکیم ته وويل شو: ته ولې د لکړې په نيولو باندې عادت شوی يې، په داسې حال کې چې نه بوډا يې او نه ناروغ يې؟ هغه وويل: د دې خبرې په یاد راوستلو چې زه مسافر يم.
لکړه مې له ځانه سره واخیسته، کمزورۍ دې ته اړ کړی نه یم چې هغه واخلم
او نه هم د دې لپاره چې ملا مې د بوډا توب له امله کږه شوې وي
خو ما خپل ځان دې ته اړ کړی چې هغه له ځان سره واخلم
ترڅو هغه ته وښایم چې مقیم په سفر کې دی
مسافر ته یې اعلان وکړ چې: په دې دنیا کې د اوسیدو لپاره ځای نه لرې؛ هغې ته زړه مه ښه کوه، او اعلان یې د هغه –عزوجل- په دې قول کې دی: (إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ) (بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي). [مريم سورت: ایت 40].
نو الله: الوارث (دهر شي وارث ، مالک) – تبارک و تعالی- دی.
موږ د هغه – سبحانه و تعالی- د نوم: الوارث –تبارک و تعالی- سره تم کیږو، موږ خپل ځان ته یادونه کوو؛ ترڅو الله په موږ رحم وکړي:
هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ) (او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو). [الحجر سورت: ایت 23].
نو زمونږ رب - عزوجل - هغه ذات دی چې د ټولو مخلوقاتو له فنا کیدو وروسته پاتې کېدونکی دی، د ټولو څیزونو وارث دی کله چې فنا شي هر هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي.
او زموږ رب الوارث –عزوجل- دی، پرته له دې چې هیچا ته میراث پریږدي، پاتې او باقي ذات دی چې ملک یې محدود ندی، هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ) (بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي). [مريم سورت: ایت 40].
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - اوس هم د ټولو شیانو د اصل مالک دی، چا ته چې وغواړي له هغې څخه ورکوي، او چا ته یې چې خوښه وي پر هغې باندې ځای ناستی ګرځوي، هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ) (بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى). [الأعراف سورت: ایت 128].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې مومنانو ته په دنیا کې د کافرانو کورونه او په آخرت کې د دوی د استوګنې ځایونه په میراث ورکوي.
او ددنیا په اړه؛ الله –سبحانه و تعالی- فرمایي: (وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَئُوهَا) (او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې). [الأحزاب سورت: ایت 27]، او د آخرت په اړه؛ الله -سبحانه وتعالى- فرمایي:- (تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا) (دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځوو چې پرهېزګاره وي). [مريم سورت: ایت 63]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ ۖ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ ۖ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۖ وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ویالې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول). [الأعراف سورت: ایت 43].
او د الله –عزوجل- کتاب : د لارښونې، عزت او کامیابۍ کتاب دی، هغه چا ته یې په میراث ورکوي چې د عزت له مخې انتخاب او غوره شوي وي، الله -سبحانه وتعالی- فرمایلي:- (ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ) (بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې منځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى). [فاطر سورت: ایت 32].
حقیقي ملکیت ..
دا چې مؤمن جانشین دی او خپل رب ته تلوونکی دی؛ او د مؤمن لپاره د الله له مهربانۍ او سخاوت څخه دا دي: چې هغه ته یې امر کړی چې له هغه څه څخه چې الله ورته ورکړي دي انفاق وکړي؛ که څه هم هغه د هغه –سبحانه و تعالی- له خاص ملکیت څخه دی، او بیا یې ورته د لوی اجر ژمنه هم وکړه، هغه –سبحانه و تعالی- فرمایي: (آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَأَنفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ) [(اې خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى]. [الحديد سورت: ایت 7]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایلي- : (وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى). [الحديد سورت: ایت 10]، واقعي مالکیت: هغه څه دي چې بنده د آخرت ورځې لپاره خوندي کړي دي.
په صحیح مسلم کې مطرف له خپل پلار عبدالله بن الشخیر -رضي الله عنه- څخه روایت کړی چې هغه وویل: زه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغلم، په داسې حال کې چې هغه تلاوت کاوه :(أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ) (تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره) [التكاثر:1]، هغه وویل: «يَقُولُ ابْنُ آدَمَ: مَالِي.. مَالِي! وَهَلْ لَكَ -يَا ابْنَ آدَمَ!- مِنْ مَالِكَ إِلَّا مَا أَكَلْتَ فَأَفْنَيْتَ، أَوْ لَبِسْتَ فَأَبْلَيْتَ، أَوْ تَصَدَّقْتَ فَأَمْضَيْتَ؟». «د آدم اولاد وايي: زما مال، زما مال! او اې د آدم اولاده، آیا تا لره پرته له هغه مال څخه چې تا وخوړ او خلاص دې کړې، او هغه چې تا واغوست او زوړ دې کړ، او هغه چې تا صدقه کړ او له زړه څخه دې وبخښه، نور څه تا پورې اړه لري!؟».
او مؤمن پوهیږي چې لاس یې د امانت لاس دی، او هغه څه چې د هغه د لاس لاندې دي امانت دي، او الله ویني چې هغه څنګه کاروي!
مال او کورنۍ ندي مګر امانت دي
او یوه ورځ به هرومرو دغه امانت بیرته سپارې
د دعا له مفاهیمو څخه ..
نو بیا پوه شه چې په دې نوم باندې الله ته توسل کول د الله –سبحانه وتعالی- ددې وینا په عمومیت کې شامل دي: (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180]؛ په ځانګړې توګه د غوښتل شوي څیز او یاد شوي نوم ترمنځ د تناسب په نظر کې نیولو سره؛ لکه څنګه چې د الله د نبی زکریا –علیه السلام- په دعا کې راغلي: (وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ) (او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يوازې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې). [الأنبياء سورت: ایت 89]، او فرمایي: (وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِن وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا (5) (او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه. يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ ۖ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا (6)) چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى). [مريم سورت: ایتونه 5-6].
هغه ميراث چې دلته يې يادونه شوې ده: دا د علم، نبوت او د الله – عزوجل- لوري ته د دعوت کولو ميراث دی، د مال ميراث ندى، او دا ډول مبارک ميراث هغه دى چې د هغه –سبحانه و تعالی- په دې وينا کې ذکر شوى: (وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ) (او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو). [النمل سورت: ایت 16].
او له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه به فرمایل: «اللَّهُمَّ! أَمْتِعْنِي بِسَمْعِي وَبَصَـرِي، وَاجْعَلْهُمَا الوَارِثَ مِنِّي» «اې الله! زما د غوږونو او سترګو څخه د خوند اخیستلو توفیق راکړه، او هغوی دواړه زما وارثان وګرځوه». [صحیح حدیث دی. حاکم په مستدرک کې روایت کړی دی].
علماوو په دې نوم سره دې ته اشاره کړې ده چې: بنده د میراث د حقوقو په اړه له الله –تبارک و تعالی- څخه ووېرېږي؛ پر هیڅ یو له وارثانو دې ظلم نه کوي.
اې الله! مونږ له تا څخه ستا په الوارث نوم غوښتنه کوو: چې مونږ ته ددې توفیق راکړې چې له غوږونو او سترګو څخه خوند واخلو، او هغوی دواړه زموږ وارثان وګرځوه.
85
الشَّــافِـي (شفا ورکوونکی) ذات -جل جلاله-
په "صحیحينو" کې راغلي: چې رسول الله -صلى الله عليه و سلم- د يو ناروغ اعرابي پوښتنې ته لاړ چې له سختې تبې څخه کړېده، هغه ته یې وویل –د هغه د تسلۍ او هڅونې په موخه - «طَهُورٌ». "پاکي دې وي".
بانډه چي وويل: بلکې دا هغه تبه ده چې پر بوډا باندې راځي، او قبر ته یې ننباسي!
قال: «فَنَعَمْ إِذًا!». هغه وفرمایل: هو، نو هماغسي به وشي!».
د یو انسان روغیدل او یا په خپله ناروغۍ کې پاتې کیدل - ډیری وختونه - یوازې د خپل ځان څخه سرچینه اخلي، که موږ خوشحاله فکرونه ولرو، موږ به خوشحاله یو، او که مونږ د روغیدلو، خوشبینۍ او د الله په اړه د ښه ګمان کولو فکرونه ولرو، موږ به د الله په اجازې سره روغ شو، او که موږ باندې د ناروغۍ او مرض تشویشونه غالب شي نو ډیره شونې ده چې ناروغي به زمونږ څخه لرې نشي.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- د هر ناروغ لپاره د امید دروازه پرانستې ده، هغه –سبحانه و تعالی- و فرمایل: (ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایلي- : (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180].
د هغه له ښکلو نومونو څخه: (الشافي) دی، نو په دې نوم سره الله ته نږدې شه؛ تر څو چې خپلی موخې ته نږدې شې، او اړتیا ترلاسه کړې.
کله به چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کوم ناروغ ته راغی او یا به ورته راوړل شو، نو هغه به وفرمایل: «أَذْهِبِ البَاسَ رَبَّ النَّاسِ! اشْفِ وَأَنْتَ الشَّافِي، لاَ شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لاَ يُغَادِرُ سَقَمًا» «اې د خلکو ربه تکلیف لرې کړه! شفا ورکړه چې ته شفا ورکوونکی یې، هیڅ شفا نشته پرته ستا له شفا څخه، داسې شفا چې هېڅ ناروغي نه پریږدي». [بخاري او مسلم روایت کړی].
او شفا په لغت کې: له ناروغۍ څخه روغیدل دي.
نو زموږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې تکلیفونه او ناروغۍ پورته کوي، او ناروغ ته په اسبابو او امید سره شفا ورکوي، او ممکن دی چې ناروغ پرته له درملو څخه روغ شي، او ممکن ناروغي د درملو په اخیستلو سره له منځه لاړه شي، او هغې باندې د شفاء اسباب مرتب شي، او دواړه د الله –سبحانه و تعالی- قدرت ته په کتو سره برابر دي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - لکه څنګه چې بدنونو ته له ناروغیو څخه شفا ورکوي؛ همدارنګه زړونو ته د هغې له ناروغيو څخه شفا ورکوي، او سينو ته د هغوی له تنګستیا څخه، او نفسونو ته د هغوی له ناروغيو څخه شفا ورکوي، نو الله – عزوجل- وفرمايل: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: ایت 57].
او هغه –سبحانه و تعالی- چا ته چې وغواړي شفا ورکوي، او د ډاکټرانو څخه د شفا پوهه پټوي، که هغه شفا نه وي مقدر کړي.
او هغه –سبحانه و تعالی- یوازې شفا ورکوونکی دی چې هیڅ شریک نلري؛ هیڅ شفا نشته پرته د هغه له شفا څخه، لکه څرنګه چې ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: (وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: ایت 80]، او لکه څرنګه چې هغه – صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «...لاَ شَافِيَ إِلَّا أَنْتَ» "... پرته له تا څخه شفا ورکوونکی نشته". [بخاري روایت کړی].
او د شفاء ورکوونکي الله له فضل او کرم څخه: چې هیڅ ناروغي يې نده نازل کړې پرته لدې چې دوا یې ورته نازل کړې ده، په صحیح حدیث کې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «يَا عِبَادَ اللهِ تَدَاوَوْا! فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً، غَيْرَ دَاءٍ وَاحِدٍ: الهَرَمُ» «اې د الله بندګانو، تاسو د شفا غوښتنه وکړئ! ځکه چې، الله –عزوجل- هیڅ ناروغي یې نده ټاکلې پرته لدې چې د هغې لپاره یې درمل ټاکلي، پرته له یوې ناروغۍ څخه: چې هغه بوډا توب (مرګ) دی. [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
ستا پناه ګاه ..
ناروغ باندې ناروغي نازلیږي، د شفا دروازې يې پر مخ تړلی کیږي، ځمکه له پراخوالي سره ورباندې تنګيږي، غمونه يې ډېرېږي، او مخلوق سره ځان لپاره هيڅ پناه ګاه او پټنځای نه ويني، او د هغه حالت داسې وايي:
دې څیزونو کمزوری کړی یم، او دا یو راز دی، او که دا نه وای
د وخت تیریدلو سره به زه کمزوری شوی نه وای
نو کله چې زه خپل سر په خپلو لاسونو باندې تکیه کړم
هغې څخه ما ته هغه څه رواړل شو چې لاسونه کمزوری کوي
کله چې د څاښت راختل شپې لره ستړې کړي
نو هیله کوي چې اې کاش سهار تور شوی وای
نو دلته؛ د نفس د فطرت پر اساس، ناروغ الله ته پناه وړي، او د هغه –سبحانه و تعالی- د دروازې پر وړاندې ځان اچوي، (ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [النحل سورت: ایت 53]، او مؤمن د شفا ورکوونکي په نوم غږ کوي: اې شفا ورکوونکېه.. اې الله ماته شفا راکړه!
همدا ډول کافر د علاج په هیله د هغه د دروازې پر وړاندې ځان اچوي؛ (فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ ۚ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) (نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يوازې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي). [الزمر سورت: ایت 49].
له اصرار او صبر څخه وروسته... راحت او خلاصون راځي، او شفا ورکوونکی – جل و علا - د شفا اجازه ورکوي، (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
د هغه ورکول انعام دی، د هغه مهرباني لویه ده، د هغه سخاوت لوی دی؛ نو اړتیا به پوره شي، او دعاګانې به ومنل شي، او رحمت به نازل شي، او ازموینې به لیرې شي، او شفا به ورکول شي.
ډاکټر څومره ناروغان تداوي کړل ... خو په خپله دردمن پاتې شو
نو ډاکټر مړ شو او ناروغ ژوندی پاتې شو ... نو د خلکو طرف ته راغی چې د ډاکټر د مرګ خبر ورکړي
ابن القیم وویل: "الله –سبحانه و تعالی- خپل بنده د دې لپاره نه ازمایي چې هغه له مینځه یوسي، بلکه هغه د هغه د صبر او بندګۍ د ازمایښت لپاره ازمایي؛ نو بنده باید الله –سبحانه و تعالی- لپاره ستونزمن او د مشقت عبادت ترسره کړي ..
د نیکانو عادت ..
د مؤمن او د نورو تر منځ فرق دا دی: چې مؤمن پوهیږي چې د نړۍ اداره کول د الله –سبحانه و تعالی- په لاس کې دی، او دا چې هغه شفا ورکونکی دی، او هغه د رحم کونکو څخه ډیر مهربان دی، او دا چې ناروغۍ ندي لیږل شوي مګر له خیر سره چې مهربان الله ورباندې پوهیږي؛ (وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ) (او كېداى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به ستاسو لپاره ډېر بد وي). [البقرة سورت: ایت 216]، نو هرڅومره چې پیښې سختې وي او حالتونه بدل شي؛ په دې اړه به یوازې لویه اراده (د الله اراده) پریکړه وکړي. (وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي). [يوسف سورت: ایت 21]، ته به یو ناروغ مؤمن، راضي، غاړه ایښودونکی او د هغې ناروغۍ په وجه چې ورباندې راغلې ده د اجر غوښتونکی ومومې.
او مؤمن په دې پوهیږي: "هغه څه چې هغه ته پیښ شوي هغه به ضرور ورته رسیده، او هغه څه چې ورته ندي رسیدلي هغه به هیڅ کله هغه ته پیښ نشي"؛ د هغه – تبارک و تعالی- پدې وینا سره: (قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا) (ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلي دي). [التوبة سورت: ایت 51]، او د هغه –صلی الله علیه وسلم- پدې وینا سره: «..وَلَوْ أَنْفَقْتَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا فِي سَبِيلِ اللهِ مَا قَبِلَهُ اللهُ مِنْكَ حَتَّى تُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ، وَتَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَأَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، وَلَوْ مُتَّ عَلَى غَيْرِ هَذَا لَـدَخَلْتَ النَّارَ» «.. او که ته د احد د غره په اندازه سره زر د الله په لار کې مصرف کړې، الله به یې له تا څخه قبول نکړي ترڅو چې په تقدیر ایمان راوړې، او پدې باندې پوه شې چې هغه څه چې تاته رسیدلي دي هغه به ضرور تاته رسیده، او هغه څه چې تا ته ندي رسیدلي هغه به هیڅ کله تا ته و نه رسیږي، او که ته ددې ایمان خلاف مړ شې ته به اور ته ننوځې». [ صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
علي بن ابي طالب، عدي بن حاتم - رضي الله عنهما- څخه تېر شو، هغه یې غمجن او خپه وليد؛ هغه ورته وویل: اې عدي، زه تا ولې خپه او غمجن وینم؟
هغه وويل: زه به ولې خپه او غمجن نه یم چې زما زامن ووژل شول او سترګه مې وویستلی شوه؟
علي -رضي الله عنه- ورته وفرمايل: اې عدي! څوک چې د الله په هغه حكم راضي شو په هغه باندې به راشي او د هغه لپاره به اجر وي، او څوک چې د الله په هغه حكم راضي نه وي چې هغه باندې مقرر شوی وي، د هغه عمل به لمنځه لاړ شي».
علماوو ويلي دي: هرڅومره چې انسان الله ته اړتيا ولري، د هغه پر وړاندې سر ټیټ کړي، او هغه ته پناه یوسي؛ ځواب به یې هم هماغه اندازه وي، راحت او خلاصون به راشي، او دعا به قبوله شي.
او په مونږ کې داسې څوک نشته چې د ناروغۍ تجربه و نه لري، او دا چې څنګه ناروغۍ زمونږ کمزوري په ډاګه کوي، او دا چې زموږ لپاره هیڅ ځواک او قوت نشته مګر د هغه –تبارک و تعالی- له لارې، او کله چې زموږ څخه یې ناروغي لرې کړه، زمونږ حال به داسې وي لکه څنګه چې شاعر ویلي دي:
مونږ په هر مصیبت کې الله ته دعا کوو ... بیا چې کله سختۍ لرې کړي مونږ هغه هېر کړو
مونږ به څنګه د دعا د قبلیدو تمه کوو ... او موږ ددعا د قبلیدلو لارې په ګناهونو بندې کړي
له الله – عزوجل- سره زموږ تعامل حیرانونکی دی !!
مه خپه کیږه!
که ته په کومه ناروغۍ اخته يې، نو پوه شه چې الله شفا ورکوونکی دی، او هيڅ شی د هغه د ارادې مخه نشي نیولی، او که ګمان وکړې چې ستا د ناروغۍ هیڅ علاج نشته؛ نو تا پر الله بد ګمان وکړ! ته یوازې په ښه ګمان او ریښتیني پناه وړلو سره هغه ته مراجعه وکړه، صبر وکړه او د ثواب تمه وکړه او صدقه ورکړه، او په غوښتنه کې ټینګار وکړه: اې شفا ورکونکیه! ځکه هغه حق دی، او د هغه خبره حق ده، او هغه په هر څه قدرت لري. (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60].
په یو حدیث کې راغلي دي چې هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ كَرِيمٌ يَسْتَحِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا خَائِبَتَيْنِ» "الله ډیر حیا لرونکی او سخي دی، کله چې یو سړی خپل لاسونه ورته پورته کړي او هغه یې بیرته خالي او مایوسه وګرځوي". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی] او الله – عزوجل- وفرمایل: (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
او کله چې ته پداسې حال کی اوسې؛ ستا مولا تا ته ډیر لوى اجر او ثواب په برخه کړى دى، هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: «مَا مِنْ مُصِيبَةٍ تُصِيبُ المُسْلِمَ إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا عَنْهُ؛ حَتَّى الشَّوْكَة يُشَاكُهَا» «هیڅ مصیبت نشته چې یو مسلمان ته ورسیږي مګر دا چې الله هغه د هغه لپاره کفاره ګرځوي؛ حتا که یو اغزی د هغه په بدن کې ننوځي". [بخاري - دا د هغه قول دی - او مسلم روایت کړي].
ابن تیمیه -رحمه الله- فرمایلي: «الله د خپل عزت او کرامت په کور کې د لوړو کورونو څښتن دی: یوازې هغه څوک یې ترلاسه کولی شي چې ستونزې او مصیبتونه یې ګاللي وي».
بیا په مصیبت ځپلو باندې ویاړي؛ نو په هر کور کې ژړا، په هر مخ اوښکې، او په هره دره کې بنو سعد شته.
څومره مصیبتونه دي، او څومره صبر کوونکي شتون لري؟!
یوازې ته په مصیبت کې نه یې، او ستا مصیبت د نورو په پرتله لږ دی.
څومره ناروغان د څو کلونو راهیسي په خپلو بسترونو کې دي؟! په ښي او کیڼ اړخ اوړی را اوړي، له درده ځوریږي، او د ناروغۍ له امله چیغې وهي.
او په یاد ولره چې ددې دنیا ژوند د مومنانو لپاره زندان دی، او د غمونو او مصیبتونو کور دی، په دې کې به سهار ماڼۍ د هغې له اوسیدونکو څخه ډکې وي، او ماښام به له تختونو سره خالي او خاورو سره خاورې شي. (لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ) (یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى). [البلد سورت: ایت 4].
خپله دنیا لکه څنګه چې ده ومنه، او خپل ځان هغې کې د ژوند کولو سره عادت کړه؛ ځکه ناخوالي د هغې له طبیعت څخه ده، او کمال د هغې له شان او طبیعت څخه ندی.
که د ناروغۍ تریخوالی نه وای ته به د روغتیا په نعمت نه پوهیدې.
او تا ته ایوب –علیه السلام- یو ښه مثال دی..
او مؤمن تل له الله څخه د عافیت غوښتنه کوي، عبدالله التیمي -رحمه الله- به ویل: «له الله څخه د عافیت غوښتنه زیاته کوئ، ځکه چې هغه څوک چې په مصیبت اخته وي، که څه هم د هغه مصیبت سخت وي، د هغه چا په پرتله د دعا مستحق ندی چې صحتمند وي چې له مصیبت څخه خوندي نه دی.
هغه کسان چې نن رنځ وړي هغوی پرون د روغو خلکو څخه وو، او هغه کسان چې له نن څخه وروسته اخته کیږي هغوی نن د روغو خلکو څخه دي».
امام ابن القیم -رحمه الله- فرمايلي: "د ناروغۍ لپاره ترټولو لوی درمل: نیک عملونه، احسان، ذکر، په زارۍ سره دعا، او توبه کول دي".
ډاکټر ته ووایه کله چې مرګ له ځانه سره یووړ اې ډاکټره خپل طب سره ته چا مړ کړې
هغه ناروغ ته ووایه چې وژغورل شو او روغ شو ... پس لدې چې د طبابت فنونه بې وسه او عاجزې شولې ته چا روغ کړې
هغه مهربان، شفا ورکوونکی، صحت ورکوونکی ذات دی، (وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: ایت 80].
اې الله، اې شفا ورکونکیه! موږ او ټولو مسلمانو ناروغانو ته شفا راکړه؛ اې د جهانونو ربه!
86
الجَمـِـيلُ (ډیر ښكلى) ذات -جل جلاله-
په صحیح مسلم کې له صهیب -رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الجَنَّةِ الجَنَّةَ، يقَوْلُ اللهُ -تبارك وتعالى- : تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُوْلُوْنَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ فَيَكْشِفُ الحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ -عز وجل- ». «کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: ایا تا زموږ مخونه سپین نه کړل؟ آیا تا موږ جنت ته داخل نکړو، او له دوزخ څخه دې ونه ژغورلو؟ بیا به الله پرده لرې کړي، او دوی ته به خپل رب –عزوجل- ته د کتلو څخه محبوب څیز نه وي ورکړ شوی».
پاکي ده هغه ذات لره چې ښکلا یې فکرونه حیران کړي دي ..
پاکي ده هغه ذات لره چې عظمت یې عقلونه په اضطراب کې اچولي دي..
پاکي دی هغه ذات لره چې ذهنونه د هغه له رڼاګانو څخه حیران شوي دي..
الله ښكلى دى او ښايست خوښوي، بلكې هغه ټول ښايست دى، او ټول ښايست د هغه څخه دى، هغه ښايسته کارونه كوي، او ښايسته کارونو باندې انعام وركوي.
او هغه واقعاً ښکلی دی، او څنګه به داسې نه وي؟!
چې هغه د دې ټولو کائناتو ښکلا ده
د جمیل ذات له ځینو آثارو څخه، چې د هغې رب
ډیر حقدار دی د عرفان د څښتنانو په نیز
ژبه د بیان څخه عاجزه ده!!
په صحیح مسلم کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الجَمَالَ». "بیشک چې الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي".
شیخ السعدي -رحمه الله- د ابن القیم د بیتونو د تفسیر په تړاو خپل «نونیة» کې وايي: " الجميل: هغه څوک چې د ښو او نیکیو صفتونه ولري، نو هغه په خپل ذات، نومونو، صفاتو، او خپلو اعمالو کې ښکلی دی، او هیڅ مخلوق نشي کولی د هغه –سبحانه و تعالی- د ذات ښکلا بیان کړي، آن تر دې چې جنتیان سره له دې چې هغوی تل پاتې نعمتونو، خوندونو، خوشحالیانو، او نیکمرغیو کې وي چې هیڅ اندازه او حد نلري؛ کله چې دوی خپل رب وویني او د هغه له ښکلاو څخه خوند واخلي، او له دوی څخه هغه خوښي لمنځه ځي چې دوی په کې دي، او دوی هیله لري چې دا حالت دوام وکړي؛ ترڅو د هغه د ښکلا او د هغه د رڼا څخه د خپلو ښکلاوو په ډیرولو کې ګټه پورته کړي؛ ځکه چې د دوی په زړونو کې د خپل رب د لیدلو ارمان او تمایل وي، او خوشحالیانې کوي د (مزید د ورځې) لپاره، داسې خوشحالي چې زړونه تقریباً په الوتلو وي!
او همدارنګه هغه: په خپلو نومونو کې ښکلی دی؛ د هغه ټول ښکلې نومونه دي، بلکې د ټولو نومونو څخه غوره او خورا ښکلي دي – سبحانه و تعالی -؛ (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180].
دا ټول په ستاینې، جلال، عزت او د کمال په انتها دلالت کوي، او هغه په هغه ویشل شوي نوم چې یو یې کمال او بل یې جلا څیز وي ندی نومول شوي.
او هغه: په خپلو صفتونو کې ښایسته دی؛ د هغه ټول صفتونه د کمال، ثنا او د ستاینې صفتونه دي.
او د هغه ټول عملونه ښکلي دي؛ او په داسې حلقه کې څرخي چې نیکو او ښو عملونو تر منځ دي چې پر هغو باندې د هغه ستاینه او شکر کیږي.
او که ونې قلمونه شي، سمندرونه رنګ شي، او اسمانونه تختې شي، او مخلوقات د هغه ستاینه وکړي، او د الله د ښکلا په اړه تعریفونه ولیکي؛ په هغه څه کې چې هغوی مستحق وي، دا به وي چې هغوی مقصر وي په هغه څه کې چې هغه ته لازم دي: هغوی به پوروړي او پرې کوونکي وبلل شي، او د هغه د شکر په څرګندولو کې به په خپلې ناتوانۍ اعتراف وکړي.
د هغې ښکلا په ذهنونو کې نه احاطه کیږي، او سترګې هغه نشي درک کولی؛ لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ، أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ» "زه نشم کولی ستا ستاینه ادا کړم، ته هغه یې لکه څرنګه چې تا په خپله د خپل ځان ستاینه کړې ده". [مسلم روایت کړی].
د کائناتو ښکلا..
او هغه څه چې په دې کې د ځمکې، سمندر، شنه ځایونه، لمر، سپوږمۍ، ستوري او حیواناتو څخه شتون لري: د هغه –سبحانه و تعالی- د ښکلا ثبوت دی؛ هغه د ښکلا ورکوونکی دی، او د ښکلا ورکوونکی د ښکلا ډیر حقدار وي، (فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ) (نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى). [المؤمنون سورت: ایت 14].
او د دې ښکلا ته څوک نشي لیدلی ترڅو چې الله د هغه زړه ایمان باندې رڼا نکړي؛ او هغه ددې ښکلا تر شا د الله ښکلا، عظمت او کمال ویني.
او څوک چې د الله له ذكر څخه مخ واړوي، د هغه له رڼا نه منكر شي، او د هغه له لارښوونې څخه سرغړاوى وكړي؛ نو هغه باندې د نوښت ښکلا ته کتل حرامېږي، ځکه چې سترګې یې ړندې او بصیرت یې د لیدلو توان نلري!
اې شکایت کوونکیه تا لره هېڅ ناروغي نشته ... ستا حال به څه وی که ته ناروغه شې ... او ته په ګلابونو کې اغزي وینې او ته ړوند یې .... چې هغې باندې شبنم ووینې
او څوک چې پخپله د ښکلا څخه محروم وي ... هغه به په وجود کې هیڅ ښکلا و نه ویني
شوق ..
په دې نوم باندې ایمان لرل د مؤمن په ایمان کې زیاتوالی راولي او د ښکلي الله د لیدو شوق او لیوالتیا پیدا کوي، او د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه دا ده: «وَأَسْأَلُكَ لَذَّةَ النَّظَرِ إِلَى وَجْهِكَ، وَالشَّوْقَ إِلَى لِقَائِكَ..» "او زه له تا څخه ستا د مخ د لیدلو خوند او ستا ملاقات ته د شوق پیدا کولو غوښتنه کوم". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی]، بیا به ته هغه د هغه څه په اړه ډاډمن او مطمئن ومومې چې الله - عزوجل - د هغه لپاره مقدر کړی وي؛ ځکه چې هغه –سبحانه و تعالی- د خپل مؤمن بنده لپاره له حکمت او خير پرته بل څه نه کوي، ځکه چې د هغه ټول عملونه ښکلي دي، او له ښکلي فعل څخه پرته ښکلا نه بل څه نه پیدا کیږي، او دا الله باندې ښه ګمان کول دي؛ کوم چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په قدسي حدیث کې د امام احمد په مسند کې روایت کړی دی چې : رب العزت وفرمایل: «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي؛ إِنْ ظَنَّ بِي خَيْرًا فَلَهُ، وَإِنْ ظَنَّ شَرًّا فَلَهُ» «زه لکه څنګه چې زما بنده زما په اړه ګمان کوي یم؛ که هغه زما په اړه ښه ګمان وکړي، د هغه لپاره هماغه وي، او که هغه بد ګمان وکړي، د هغه لپاره هماغه وي». [صحیح حدیث دی]
او زه تر هغه پورې الله رابلم، تر دې چې لکه زه چې
په ښه ګمان سره ګورم چې الله څه کوي
د ښېګڼې څخه انکار مه کوه!
مؤمن په باطني او ظاهري بڼه ښکلی وي؛ ځکه چې په دې ښکلا سره الله تعالی ته نږدې کېږي، او دا چې الله تعالی په ښکلو خبرو، اخلاقو او عملونو باندې تاکید کوي، نو له خپل بنده څخه خوښوي چې: خپله ژبه په اخلاص، او زړه یې په اخلاص، توبه او توکل، او د بدن غړي یې په اطاعت سره، او بدن کې په جامو او پاکوالي سره د هغه د نعمتونو په ظاهرولو سره ښکلي کړي.
او مؤمن خپل رب د هغې ښکلا په واسطه پیژني چې د هغه وصف دی، او په هغه عظمت سره د هغه عبادت کوي چې د هغه شریعت او دین دی.
او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپلو اصحابو ته وویل: «لَا يَدْخُلُ الجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ»، "د چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه کبر وي جنت ته به داخل نشي". قال رجل: إن الرجل يحب أن يكون ثوبه حسنًا ونعله حسنةً! یو سړي وویل: یو سړی دا خوښوي چې جامې یې ښې وي او بوټونه یې ښه وي!
قال -صلى الله عليه وسلم- : هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الجَمَالَ، الكِبْرُ: بَطَرُ الحَقِّ، وَغَمْطُ النَّاس» "الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي، تکبر: حق پټول، او خلکو ته په سپکه کتل دي". [مسلم روایت کړی].
اې الله! موږ ته په دواړو جهانونو کې ښکلا راکړه، او موږ ته په دواړو کړنو کې ښکلا راکړه: پټې کړنې او ښکاره کړنې، او موږ ته په خبرو او عملونو کې ښکلا راکړه؛ اې د جهانونو ربه!
87 - 88
الـقَـابــِضُ الـبــــَاسِـطُ (د هر شي منع کونکی، پراخه روزي ورکونکی) ذات -جل جلاله-
مخکې له پیل څخه یو پیغام ...
هغه چا ته چې ټولو لارو باندې تللی وي؛ او وګوري چې ټولې لارې بندې دي، او دروازې یې ټکولي وي؛ او هغه یې تړلي موندلي وي..
او هغه چا ته چې د هغه د نفس اړخونه او د هغه باطني رازونه لمس کوي؛ او ځمکه ورباندې تنګه شي سره لدې چې هغه پراخه ده.
او هغه څوک چې د ذلت ترخه احساس کړي او د ناتوانۍ قیدونو چاپیر کړی وي او د هغه وجود له منځه وړي..
او هغه چا ته چې ورونه ور څخه لرې شوي وي، او دوستانو ورڅخه مخ اړولی وي، نو دښمن ورباندې خوښ شي او باور یې کمزوری شي..
او هغه چا ته چې د مصیبتونو او بدبختیو سره لاس او ګریوان وي، او ناخوالو راګیر کړی وي، راحت او خلاصون د هغه په لور وځنډیږي..
او د هغه چا لپاره چې زړه یې سخت وي، د هغه روح نا امیده وي، او د ژوند څخه ستړی شوی وي.
او هغه چا ته چې په ناروغۍ اخته وي، یا پور ستړی کړی وي، یا فقر ورته راغلی وي، او یا اړتیا له حرکته غورځولی وي ...
هغه ته وايم چې: مه خپه کېږه! الله –سبحانه و تعالی- د هر شي منع کونکی او پراخه روزي ورکونکی دی؛ هغه ستا د ټولو اندیښنو لپاره کافي دی، په ناورینونو کې ستا ساتنه کوي، په مصیبتونو کې ستا پالنه کوي، پرته له قبیلې تاته عزت درکوي او پرته له مال څخه شتمني درکوي، په شکر ویستلو سره نور هم درکوي، که چیرې یاد یې کړې تا یادوي، او تا ته درکوي که چیرې ته ورڅخه وغواړي.
نو د هغه خوا ته وګرځه، او د هغه د دوو نومونو (القابض الباسط) په پوهیدو سره هغه ته نږدې شه: د دې دوو نومونو سره چې یو بل سره یو ځای دي؛ او دا هغه دوه نومونه دي چې په تقابل کې قرار لري او هغه –سبحانه و تعالی- نه باید په یو د دوو باندې وصف شي..
ترڅو ستا نفس ډاډمن شي، او ستا سینه آرامه شي؛ نو د خپل محبوب –صلی الله علیه وسلم- په څیر ووایه چې وییل به یې: «اللَّهُمَّ! لَكَ الحَمْدُ كُلُّهُ. «اې الله! ټولې ستاينې تا لره دي.
اللَّهُمَّ! لَا قَابِضَ لِـمَا بَسَطْتَ، وَلَا بَاسِطَ لِـمَا قَبَضْتَ، وَلَا مُقَرِّبَ لِـمَا بَاعَدْتَ، وَلَا مُبَاعِدَ لِـمَا قَرَّبْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِـمَا مَنَعْتَ، وَلَا مَانِعَ لِـمَا أَعْطَيْتَ. اې الله! د هغه څه لپاره نیوونکی نشته چې تا پراخ کړی وي، او نه د هغه څه لپاره پراخوونکی شته چې تا نیولی وي، او نه نږدې کوونکی شته کوم چې تا لرې کړی وي، او نه لرې کوونکی شته کوم چې تا نږدې کړی وي، او نه ورکوونکی شته د هغه څه چې تا منعه کړی وي، او نه منع کوونکی شته د هغه څه لپاره چې تا ورکړی وي.
اللَّهُمَّ! ابْسُطْ عَلَيْنَا مِنْ بَرَكَاتِكَ، وَرَحْمَتِكَ، وَفَضْلِكَ، وَرِزْقِكَ» اې الله! زموږ لپاره خپل برکتونه، او خپل رحمت، او خپل فضل، او خپله روزي پراخه کړه». [صحیح حدیث دی. بخاري په «ادب المفرد» کې روایت کړی].
د هغه د دوو نومونو القابض الباسط (د هر شي منع کونکی، پراخه روزي ورکونکی): د سیوري لاندې:
زموږ رب – سبحانه و تعالی – کوم چې د خپلو بندګانو څخه د چا لپاره چې وغواړي روزي پراخوي؛ تر څو هیڅ اړتیا پاتې نشي، او هغه له چا څخه چې وغواړي اخلي یې؛ تر څو هیڅ طاقت پاتې نشي؛ په بشپړ ځواک او عدالت سره؛ د هغه څه پر اساس چې د هغه د حکمت تقاضا وي، او د هغه څه پر اساس چې د هغه د بندګانو شرایطو سره سم وي. او كه الله – سبحانه و تعالی- هغه زيات كړي؛ نو په هغه كې اسراف او تجاوز نه كوي، او كه كم یې کړي نو د كموالي او یا بخل له وجې يې نه كموي؛ نو الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (۞ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ) (او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي پراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 27].
او په حدیث کې راغلي: کله چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په زمانه کې نرخونه لوړ شول؛ صحابه کرامو -رضي الله عنهم– له رسول الله -صلی الله علیه وسلم– څخه وغوښتل چې نرخونه وټاکي؛ هغوی وویل: اې د الله رسوله! نرخونه ګران شول، نو زموږ لپاره نرخونه وټاکه؟ هغه وویل: «إِنَّ اللهَ هُوَ: المُسَعِّرُ القَابِضُ البَاسِطُ الرَّازِقُ» "په حقیقت کې الله د هر شي تعین کونکی، پراخه کونکی او روزي ورکونکی دی". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- چې له شتمنو څخه صدقات اخلي، او ضعیفانو لپاره رزق پراخه کوي، صدقات اخلي او زیاتوي یې، او نعمتونه پراخوي او چمتو کوي یې.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - د مرګ په وخت کې له بدنونو څخه روحونه اخلي، او په ژوند کې بدنونو کې روحونه پراخوي.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - زړونه تنګوي، نو بېخي یې تنګ کړي، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، او هغه د خپلې نیکۍ، لطف او ښکلا په معناګانو سره پراخوي؛ نو هغه به خوشحاله پاتې شي، ځکه چې الله - عزوجل - فرمایي: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ) (نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- چې په خپلو دوو مهربانو لاسونو سره يې نيسي او پراخوي- یې په حقيقت په داسې طريقه چې د هغه د جلال او کمال سره ښایي - د هغه مخلوق لپاره چې ویې غواړي، او د هغو له جملې څخه: ځمکه او لوړ اسمانونه دي.
الله - عزوجل- وفرمایل: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ایت 67]، او په صحیح ډول روایت شوی دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَأْخُذُ اللهُ -عز وجل- سَمَاوَاتِهِ وَأَرَضِيهِ بِيَدَيْهِ؛ فَيَقُوْلُ: أَنَا اللهُ -وَيَقْبِضُ أَصَابِعَهُ وَيَبْسُطُهَا- أَنَا المَلِكُ» "الله – عزوجل- به خپل اسمانونه او ځمکه په خپلو دواړو لاسونو کې واخلي؛ او بیا به ووايي: زه الله یم - او خپلې ګوتې نیسي او پراخوي یې - زه پاچا یم». [مسلم روایت کړی].
او الله – جل و علا- هغه چاته د توبې لاس وغځاوه چې ګناه یې کړي وي، نو له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «إِنَّ اللهَ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ؛ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا» "الله د شپې په اوږدو کې خپل لاس پرانېزې ترڅو د ورځې ګناهکاران توبه وکړي، او د ورځې لخوا خپل لاس اوږدوي ترڅو د شپې ګناهکاران توبه وکړي؛ تر هغه وخته چې لمر له لویدیځ څخه راپورته شي". [مسلم روایت کړی].
او هغه – تبارک و تعالی- ګناهکارانو ته مهلت ورکوي؛ او هغوی د ویرې او امید تر منځه ساتي.
او زموږ رب هر شپه خپل لاسونه هر هغه چا ته پراخوي څوک چې له هغه څخه غوښتنه کوي، د هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایي: «...ثُمَّ يَبْسُطُ يَدَيْهِ -تبارك وتعالى- يَقُولُ: مَنْ يُقْرِضُ غَيْرَ عَدُوْمٍ، وَلَا ظَلُوْمٍ؟» "...بیا هغه خپل لاسونه پرانیزې او وايي: څوک دی چې فقیر، او غیر ظالم (مظلوم) ته پور ورکړي؟" [مسلم روایت کړی].
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- د چا لپاره چې وغواړي په علم او بدن كې يې پراخي راولي، او هغه –تبارک و تعالی- فرمايی: (وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ) (او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته پراخي وركړې ده). [البقرة سورت: ایت 247].
او زموږ رب په خپل مهربان لاس موټی کړی ( له اور څخه به خلک راوباسي )؛ هغه خلک چې هیڅکله یې ښه کار نه وي کړی؛ لکه څنګه چې په اوږد حدیث کې راغلي: «فَيَقْبِضُ قَبْضَةً مِنَ النَّارِ، فَيُخْرِجُ مِنْهَا قَوْمًا لَمْ يَعْمَلُوا خَيْرًا قَطُّ» "هغه به د اور څخه یو موټی راواخلي، او هغه خلک به له هغې څخه راوباسي چې هیڅکله یې ښه کار نه وي کړی". «مسلم روایت کړی».
او زمونږ رب سیوری او رڼاګانې رانیسي او پراخوي یي او هغه څه چې هغې باندې مرتبیږي د شپې او ورځې له اختلاف څخه.
او هغه – سبحانه و تعالی - د تحریم له وجې رانیسي، او د جواز له وجې پراخوي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- د بندګانو زړونه رانیسي او پراخي ورکوي، او مؤمن د امید او ویرې ترمنځ ژوند کوي.
هغه منع کوونکی دی، هغه پراخي ورکوونکی دی، هغه ټیټوونکی دی
هغه په عدالت او میزان (اندازې) سره پورته کوونکی دی
تله ( ترازو):
بنده چې کله د خپل رب لوري ته ځي؛ اطاعت ته لومړیتوب ورکوي، د فرایضو او نوافلو تر منځ اوړي را اوړي، او هغه دواړه ډیر ادا کوي، زړه يې له خپل رب سره تړلى وي؛ نو ته به هغه په خوشحاله او پراخه سینه وګورې، ځکه چې الله د هغه لپاره دا حالت پراخه کړې دی، نو کله چې یو مؤمن بنده ګناه وکړي؛ ته به هغه ډیر په اضطراب او خپګان کې ووینې.
او دغه خپګان او تنګستیا هماغه د هغه –تبارک و تعالی- رانیول دي، او دا یو سمدستې امتحان دی چې د هغه سخاوت ته رسول کېږي، (وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په هغوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او هغوى پر خپلو ځانونو (هم) تنګ شول (خپل ځانونه پرې بوج شول) او هغوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم له هغهٔ سره دى، بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى). [التوبة سورت: ایت 118].
نو خوښي او الله جل جلاله ته رجوع کول هغه: پراخي ده، او هغه –سبحانه و تعالی- پراخي ورکوونکی دی.
او د خوښۍ نشتوالى او له اطاعت څخه رجوع کول او يا له اطاعت خوند نه اخیستل عبارت دی له: نيولو (قبض کولو) څخه، او هغه د القابض سبحانه وتعالی له لورې دي، او ممکن دغه نیول (قبض کول) د ښکاره او یا پټو ګناهونو له وجې وي، لکه د زړونو ناروغي.
هغه - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إذَا أذنَبَ العَبْدُ نُكِتَ فِي قَلْبِهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، فَإِنَّ تابَ صُقِلَ مِنْها، فَإِنْ عَادَ عَادَتْ حَتَّى تَعْظُمَ فِي قَلْبِهِ؛ فَذَلِكَ الرَّانُ الَّذِي قَالَ اللهُ: "کله چې بنده ګناه وکړي، په زړه کې یې تور ټکی ولګول شي، او کله چې توبه وکړي نو هغه ور څخه پاک شي، او که بیا ورته وګرځي بیا یې په زړه کې ټکی ولګول شي، تر دې چې په زړه کې یې لوی شي؛ او دا هغه زنګ (ران) لګول دي چې الله یې په اړه فرمايي: (كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ) (داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول). [المطففين سورت: ایت 14]». [ابن حبان روایت کړی. او شعيب الأرناؤوط صحیح کړی].
د مؤمن حالت د نيولو او پراخولو تر منځ وي؛ له همدې امله هغه تل له الله څخه د استقامت او ښې پای غوښتنه کوي، او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاګانو څخه یوه دا وه: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ ولره". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی]، نو دا د مؤمن حالت دی د خپل رب سره، نو د هغه چا حالت به څنګه وي چې په ګناهونو باندې ټینګار کوي؟!
ترټولو لوی پراخوالی:
له همدې امله علماوو ويلي دي: تر ټولو ستر پراخوالى: زړونو باندې د رحمت پراخوالی دی؛ تر هغه وخته چې روښانه شي، او د ګناهونو له کثافاتو څخه خلاصه شي، (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِ) (ایا نو هغه څوک چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانیستلي وي، نو دغه كس به رڼا كې وي د خپل رب له جانبه). [الزمر سورت: ایت 22]، (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ) (نو هغه څوك چې الله هغهٔ ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغهٔ سینه د اسلام لپاره پراخه كړي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او د دې ضد: د هغه –سبحانه و تعالی- پدې وینا کې راغلی دی: (وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ) (او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او کله چې الله -تبارك وتعالى- وفرمایل - : (قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (ته ( دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق پراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [سبا سورت: ایت 36]، او هغه -تبارك وتعالى- وفرمایل- : (إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا) (بېشكه ستا رب رزق پراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړي) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى). [الإسراء سورت: ایت 30]؛ خبر ورکوي چې: نيول او پراخول ټول د هغه –تبارک و تعالی- په لاس کې دي؛ په ورکولو او نه ورکولو سره، د چا لپاره چې وغواړي په مال، هوساینې، عمر، او پوهه کې کموالی یا پراخوالی راولي، او هغه حکمت والا او په هر څه ښه پوه دی، او هغه څه چې ته د الله په دښمنانو کې د ورکړې څخه ویني دا پراخلولی ندی بلکه: دا د هغوی لپاره دوکه ورکول او د هغوی راګیرول دي.
او ممکن چې یو مومن له یو څیز څخه منع شي او دا منعه په اصل کې هغه ته ورکړه ده، او ممکن یو څه ورکړ شي او هغه د هغه لپاره بلا او تباهي وي. (وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ) (او كېدى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي). [البقرة سورت: ایت 216].
پند او نصېحت ..
او که څه هم الله – عزوجل -: منع کوونکی، پراخي ورکوونکی، ښکته کوونکی، پورته کوونکی دی – د قضا او قدر لمخې -؛ دا د دې مانع نه ګرځي چې دغه کارونه د بندګانو لخوا د اسبابو په عنوان رامنځته شي؛ هرکله چې دوی دا کارونه وکړي، هغوی ته به حاصل شي، او هغه دا دوه شیان د هغه –صلی الله علیه وسلم- په دې قول سره یوځای کړل چې فرمایي: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ؛ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ» "څوک چې دا خوښوي چې روزي یې پراخه شي، او په خپلو کارونو کې یې زیاتوالی راشي؛ خپلولي دې وپالي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
نو د رزق پراخول د الله په لاس کې دي، او د خپلولۍ پالنه یو سبب دی چې بنده یې ترسره کوي.
د راز خبره ...
نو چا باندې چې الله د مال، پوهې، بدن، او مقام پراخوالی راوستی وي؛ هغه باید د نورو بندګانو څخه ډیر الله ته نږدې شي؛ لکه څنګه چې الله په هغه باندې مهرباني او احسان وکړ، او دا د انعام ورکوونکی شکر کول دي، او پدې سره نعمتونه دوام مومي، او څوک چې دا ونه مومي، هغه دې باید له خلکو سره ښه چلند وکړي: (وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (او الله نېكي كوونكي خوښَوي). [آل عمران سورت: ایت 134].
اې منع کوونکیه.. اې پراخي ورکوونکیه! مونږ باندې خپل رحمت پراخه کړه، او زموږ څخه خپل شر رسوونکی مخلوق لرې کړه.
اې الله! مونږ باندې خپل برکتونه، رحمتونه، فضل او رزق پراخه کړه.
89 - 90
المُـقَـدِّمُ المُؤَخِّــرُ (مخکې کوونکی، وروسته کوونکی) ذات -جل جلاله-
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: «بنده روان دی او ولاړ ندی، هغه یا پورته خوا ته یا ښکته خوا ته روان دی، یا مخکې خوا ته یا شاته روان دی.
نه په طبیعت او نه هم په شریعت کې هیڅ بشپړ توقف شتون لري، دا یوازې هغه پړاوونه دي چې په چټکتیا سره یا جنت خوا ته او یا دوزخ خوا ته قطع کیږي؛ نو دوی کې به ګړندي هم وي او ورو هم، مخکښ هم او وروسته پاتې هم.
او په لاره کې هیڅ بشپړ ولاړ څوک نشته، مګر دا چې دوی د لارې په لوري کې په ګړندیتوب او سستۍ کې سره توپیر لري، (إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ (35) (بېشكه دغه (اور د سفر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى. نَذِيرًا لِّلْبَشَرِ (36) چې انسان لره وېروونكى دى. لِمَن شَاءَ مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ (37)) هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي). [المدثر سورت: ایتونه 35-37]، او د ولاړیدو یادونه یې نه ده کړې، ځکه چې د جنت او دوزخ تر منځ هیڅ ځای نشته، او نه کومه لاره شته چې تلونکی له هغې څخه ګټه پورته کړي پرته د همدې دوو کورونو (جنت او دوزخ) څخه.
څوك چې په نيكو كارونو سره دې ته (جنت) وړاندیتوب ونکړي، نو هغه به وروسته پاتي وي دې (دوزخ) ته په بدو كارونو سره».
مخکې والی او وروسته والی د الله – عزوجل- په لاس کې دي، او د الله له ښکلي نومونو څخه ( المقدم او المؤخر – جل وعلا-) دی:
په صحیحینو کې له ابن عباس -رضی الله عنهما- څخه روایت دی: د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه دا وه کله به چې د شپې له خوا پاڅېده: «فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ -أَوْ: لاَ إِلَهَ غَيْرُكَ-». «ما ته بخښنه وکړه د هغه څه چې ما کړي دي او څه چې زه یې وروسته کوم، او هغه څه چې ما په پټه او هغه څه چې ما په ښکاره کړي دي، ته مخکې کوونکی او وروسته کوونکی یې، نشته بل معبود مګر ته یې – او یا: له تا پرته بل معبود نشته».
زموږ رب مخکې کوونکی او وروسته کوونکی – جل و علا – هر شی په خپله اندازه نازل کړی دی، هر ډول چې وغواړي مخکې او وروسته کوي یې.
مخکې لدې چې مخلوقات پیدا کړي اندازې یې وړاندې کړي دي.
خپلو کومو اولیاوو او دوستانو ته یې چې خوښه وي د خپلو نورو بندګانو په پرتله لومړیتوب ورکړی، او ځینې خلقو ته یې د نورو څخه لوړوالی او مرتبې ورکړي.
او چا ته یې چې غوښتلي وي د مخکنیو مقامونو توفیق ورکوي، او چا ته چې وغواړي د دوی له درجې څخه یې وروسته کوي او د هغې څخه یې بې برخې کوي، او ځیني شیان څنګه چې تمه یې کیږي له خپلې مودې څخه ځنډوي د کوم حکمت او پایلو پر اساس چې پخپله پوهیږي؛ ځکه هغه څه چې هغه وروسته کړي وي د هغه هیڅ مخکې کوونکی نشته، او هغه څه یې چې وروسته کړي وي د هغه لپاره هیڅ مخکې کوونکی نشته.
او زمونږ رب – جل و علا- د خپل مخلوق څخه چا ته چې وغواړي په خپل توفیق سره خپل رحمت ته رسوي، او د هغه د مرسته نه کولو په ذریعه ځیني مخلوق لدې رحمت او توفیق څخه بې برخې او وروسته کوي.
او ددې نومونو په یو ځای کولو کې: ادب او د ښکلا ډیروالی دی؛ ځکه چې کمال د هغو په یو ځای کیدلو کې دی.
هغه منع کوونکی او پراخي ورکوونکی دی او دا دواړه ... د هغه فعلي صفتونه دي چې ذات تابع دي
او دا دواړه ذاتي صفتونه هم دي ځکه چې دا دواړه ... په ذات پورې ولاړ دي نه بل څه شي پورې
وړاندې او وروسته کول..
کوني، او شرعي دي:
د کوني بېلګه: الله – عزوجل- خپل مخلوقات پر ځينو نورو مخلوقاتو په پيدايښت او رامنځته کولو کې مخکې کړي، په حديث کې راغلي: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللهُ: القَلَمَ» "لومړی شی چې الله پیدا کړی: قلم دی". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی] اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړل، او د ملائکو پیدایښت یې د پیریانو او انسانانو له پیدایښت څخه مخکې کړل، او پیریان یې له انسانانو څخه مخکې پیدا کړي: (وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ) (او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړي دي). [الحجر سورت: ایت 27]، او په پیدایښت کې لومړنی انسان: ادم -علیه السلام- دی، بیا د هغه اولاده په پیدایښت کې پرله پسې پیدا شول، ځیني یې مخکې او ځیني وروسته یې پیدا شول.
دا پدې معنا نه ده: چې مخکیني باید له وروستني څخه غوره وي؛ نو ادم د شپږو ورځو په پای کې پیدا شو، هغه او د هغه د اولاده پر نورو مخلوقاتو چې لد دوی څخه مخکې پیدا شوي وو فضیلت او غوره والی لري: (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا) (او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى ته په وچه او سمندر كې سورلۍ وركړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول). [الإسراء سورت: ایت 70].
او محمد -صلی الله علیه وسلم - وروستی پیغمبر دی، او هغه تر ټولو غوره پیغمبر دی، او د هغه امت د ټولو امتونو وروستی امت دی، او هغوی په ټولو امتونو کې غوره دي.
او دا هم کیدای شي مخکني له وروستني څخه غوره وي؛ د پیغمبرانو پلار ابراهیم -علیه السلام- له ټولو پیغمبرانو او رسولانو څخه غوره دی؛ پرته زموږ له پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- څخه.
شرعي او دیني مخکي والی او وروسته والی: اذان پر لمونځ، او د جمعې خطبه د جمعې په لمانځه باندې مخکې دي، او عباداتو لپاره په شرطونو او واجباتو کې یو خاص ترتیب دی چې له هغې پرته عبادت نه صحيح کیږي.
د شرعي او دیني مخکي والي له جملې څخه: د ځینو عبادتونو غوره والی پر نورو باندې، او د ځینو عبادت کوونکو پر نورو باندې؛ نو الله ته فرایض له نوافلو حخه ډیر خوښ دي، او تر ټولو غوره انسانان: پیغمبران او رسولان دي، او هغوی په خپل منځ کې یو له بل څخه فضیلت لري، او له دوی پرته نور هم همداسې دي؛ د دوی په منځ کې: مخکښان، او وروستني دي.
او کله چې مؤمن بنده پوه شي چې الله -جل و علا- مخکې کوونکی او وروسته کوونکی دی؛ زړه یې یوازې له الله سره تړلی وي، او له هغه څخه د ایمان او استقامت غوښتنه کوي، او پر هغه توکل کوي؛ ځکه چې د هغه –سبحانه و تعالی- مخکې کولو لپاره وروسته کوونکی نشته، او د هغه وروسته کولو لپاره مخکې کوونکی نشته.
واقعي پرمختګ:
اصلي او ګټور پرمختګ: د الله –عزوجل-په اطاعت، د هغه جنت، او د هغه په رضامندۍ کې مخکې والی او پرمختګ دی، او په هغو کې ځنډ کول او وروسته والی: بد او مذموم وروسته والی دی؛ ځکه چې الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (۞ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ) (او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى). [آل عمران سورت: ایت 133]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل- : (سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ) (تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى). [الحديد سورت: ایت 21].
او په مستند ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- و فرمایل: «تَقَدَّمُوْا؛ فَأْتَمُّوا بِي، وَلْيَأْتَمَّ بِكُمْ مَنْ بَعْدَكُمْ، لَا يَزَالُ قَوْمٌ يَتَأَخَّرُوْنَ حَتَّى يُؤَخِّرَهُمُ اللهُ!» «مخکې شئ؛ او ما پسې اقتدا وکړئ، او هغه کسان چې ستاسو شاته دي تاسو ته دې نږدې شي او ستاسو شاته دې ودریږي، ځکه چې ځیني خلک وروسته دریږي او پاتې کیږي تر څو چې الله هغوی له خپل رحمت څخه وروسته کړی!» [مسلم روایت کړی].
اما دنیا کې مخکې والی او وروسته والی؛ دا د الله - عزوجل - سره د اندازې معیار ندی، او دا ګټه هم نلري.
او د ایمان له دلالت څخه: هغه چه الله –عزوجل- مخکې کړی وي د هغه وړاندې کول، او وروسته کول د هغه څه چې الله –عزوجل- وروسته کړی وي، او دا د مخکې والي او وروسته والي، مینې او کرکې، دوستۍ او دښمنۍ معیار دی، دا د الله مقیاس او معیار دی، نو الله - عزوجل - فرمایي: (أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ) (ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي). [الجاثية سورت: ایت 21].
اې الله، اې مخکې کوونکیه او اې وروسته کوونکیه! موږ له تا څخه غواړو چې موږ ته بخښنه وکړې، موږ خپل جنت ته داخل کړې، او موږ له خپل اور څخه وژغورې.
91
الحَـيِــيُّ (ډیر حیاء کوونکی) ذات -جل جلاله-
رسول الله -صلی الله علیه وسلم - یو سړی ولید چې له لنګ پرته په عام ځای کې غسل کوي - یعنې د ځمکې په پراخه ساحه کې- نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم– د هغه دغه کار څخه کرکه وکړه او منبر ته پورته شو، د الله حمد او ثنا یې وویله، بیا یې وفرمایل: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ، يُحِبُّ الحَيَاءَ وَالسَّتْرَ؛ فَإِذَا اغْتَسَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ» «په حقیقت کې الله حیا کوونکی او ستر کوونکی دی، حیا او ستر خوښوي؛ نو کله چې یو له ستاسو څخه غسل کوي، هغه دې ځان پټ کړي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
نو زمونږ رب – سبحانه و تعالی – ډیر حیا کوونکی دی، چې د حیا په کمال سره یې صفت شوی، کوم چې د هغه د کمال، عظمت او لوړوالي لایق دی. نه د مخلوق د حیاء په څیر، کوم چې: تغیر او عاجزي ده.
د رب –جل و علا- حیا يو بل ډول دى، چې مفهومونه د هغه درک نشي کولی، او نه عقلونه د هغه کیفیت بیانولی شي؛ هغه یو ډول حیا، مهربانۍ، نیکي، سخاوت او عظمت دی.
د الله –سبحانه و تعالی- له عظمت څخه: دا دي چې د هغه حیا: د هغه څه پریښودل دي چې د هغه د رحمت، د سخاوت له کمال، مهربانۍ، لوی بخښنې او نرمۍ سره مطابقت و نلري، د هغو له جملې څخه: دا چې هغه له شړلو څخه حیا کوي کله چې هغه ورته په دعا سره لاسونه پورته کړي.
هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ كَرِيمٌ، يَسْتَحِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا خَائِبَتَيْنِ» "یقینا الله حیا کوونکی او سخي دی، کله چې یو سړی ورته لاسونه پورته کړي، هغه حیا کوي چې بیرته یې په نا امیدۍ سر ولیږي". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او د هغه – سبحانه و تعالی- له جلال څخه: دا دي چې د خپلې بشپړې بډاینې او قدرت سره نه غواړي له بنده څخه پرده پورته کړي او هغه بې عزته کړي.
او هغه حیا لرونکی دى، نو خپل بنده نه بې عزته كوي ... کله چې هغه په ښکاره توګه نافرماني وکړي
بلكې پر هغه باندې پرده اچوي ... نو هغه هغه څوک دی چې پرده اچوی او د بخښني څښتن دی.
او د الله له انصاف څخه: دا چې هغه له حق څخه حیا نه کوي، هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ) (او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي). [الأحزاب سورت: ایت 53]، او هرڅومره چې د الله مشاهده ډیره وشي په هماغه پیمانه به د مؤمن په زړه کې د حیا ځواک وي.
حقیقت:
د چا چې ایمان زیات شي د هغه حیا به زیاته شي؛ له همدې امله انبیاء تر ټولو حیا لروونکي خلک وو، او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وصف شوی دی چې هغه: «د یوې پرده کوونکې پيغلې نه هم ډير حیاناک».
او حیا د ایمان له څانګو څخه ده، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایي: «الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً، وَالحَيَاءُ: شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ» "ايمان څو اويا څانګې لري، او حيا د ايمان يوه څانګه ده". [بخاري او مسلم روایت کړي].
تر ټولو ستره او محبوبه حیا: له الله – جل جلاله- څخه حیا کول دي.
ولما قال النبي -صلى الله عليه وسلم- لأصحابه: «اسْتَحْيُوا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ»، قالوا: يا رسول الله! إنا نستحيي؛ والحمد لله! او كله چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- خپلو اصحابو ته وويل: له الله څخه په واقعي توګه حیا وکړئ، هغوى وويل: اې د الله رسوله! موږ حیا کوو؛ او د الله شکر دی!
قال: هغه وفرمایل: «لَيْسَ ذَاكَ، وَلَكِنْ مَنِ اسْتَحْيَا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ؛ فَلْيَحْفَظِ الرَّأْسَ وَمَا وَعَى، وَلْيَحْفَظِ البَطْنَ وَمَا حَوَى، وَلْيَذْكُرِ المَوْتَ وَالبِلَى، وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ تَرَكَ زِينَةَ الحَيَاةِ الدُّنْيَا؛ فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ فَقَدْ اسْتَحْيَا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ» «داسې نه ده، څوک چې له الله څخه په حقه سره حیا کول غواړي؛ د سر او هغه څه چې هغه کې دي ساتنه دې وکړي، او د خیټې او هغه څه چې د هغې شاوخوا دي ساتنه دې وکړي، مرګ او د هډوکو زړېدل دې په یاد وساتي، او څوک چې آخرت غواړي ددنیا زینت او سینګار دې پریږدي؛ نو چا چې دا کارونه وکړل هغه واقعا له الله څخه حیا کوونکی دی». [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
ابن القیم فرمایلي: "څوک چې د الله څخه د هغه په ګناه کې حیا وکړي؛ نو الله به حیا وکړي چې د ملاقات په ورځ هغه ته عذاب ورکړي، او څوک چې په ګناه کې له هغه څخه حیا ونکړي، الله به د هغه له عذاب څخه حیا و نکړي".
حیا څومره ښکلې ده!
هغه پرته له خیر څخه بل څیز نه راوړي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په یو سړي تېریده چې هغه یو بل کس د حیا په اړه ملامتوه:(ورته یې وییل ) ته حیا کوې! تر دې چې ویې ویل: هغې تا ته زیان ورساوه! نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ته وفرمایل: «دَعْهُ! فَإِنَّ الحَيَاءَ مِنَ الإِيمَانِ» "هغه پریږده! ځکه حیا د ایمان برخه ده». [دوو شیخانو روایت کړي].
حيا: د زړورتیا، ميړانې، او د ښو اخلاقو نښه ده.
حیا: د الله د عظمت احساس کول، د هغه د وقار څرګندول، او د هغه – جل و علا- د عظمت مراقبت کول دی.
ځینو مخکنیو ویلي دي: زه پوهیدم چې الله زما څخه خبر دی؛ نو زما حیا راځي چې ما په ګناه کې وویني.
او که په تیاره کې له شک (ګناه) سره یوازې شوې ... او نفس د ګناه طرف ته رابللونکی و
نو د الله له نظره حیا وکړه او هغې ته ووایه ... هغه چا چې تیاره یې پیدا کړېده ما ویني
عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي: "د چا چې حیا کمه شي تقوا یې کمیږي، او د چا تقوا کمه شي زړه یې مري".
ابن دقیق العید - رحمه الله - فرمایي: "حیا تر اوسه هم ستایل شوی، نیک کار دی او هغه باندې امر شوی دی، او د لومړنیو پیغمبرانو په شریعتونو کې هم نده منسوخ شوې".
او د پای خبره ...
کله چې الله –سبحانه و تعالی- د جنت د ښځو (حورو) وصف کوي فرمایي: (فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) (په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي). [الرحمن سورت: ایت 56]، يعنې: هغوی يوازې خپلو خاوندانو ته ګوري، بيا يې د هغوی د ښکلا او ښايست وصف وکړ: (كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ) (ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي). [الرحمن سورت: ایت 58]، د عفت او حیا صفت یې د ښکلا او ښایست څخه مخکې یاده کړه، د ښځې ښکلا بې له عفت او حیا څخه هیڅ ارزښت نه لري.
ويل شوي دي: د ګناهونو له عذابونو څخه: د حيا او د مخ روښنایې له منځه تلل دي، رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: «إِنَّ مِـمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّـبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ» "په حقیقت کې، د لومړي نبوت له خبرو څخه چې خلک پوه شوي وو دا خبره وه چې: که ته حیا نلرې نو هغه څه وکړه چې ته یې غواړې". [بخاري روایت کړی].
کله چې ته د شپو (بدو اعمالو) د پاېلو څخه وېره نه لرې ... او حیا هم نه لرې نو څه چې غواړې هماغه کوه
یو انسان په خیر سره ژوند تېروي کله چې هغه حیا کوي ... او د ونې تنه هله پاتې کېږي چې تر څو یې پوټکی پاتي وي
او په یاد ولره چې د الله تعالی په نزد تر ټولو زیات بد کس هغه څوک دی چې شپه په ګناه کې تېره کړي، او الله هغه باندې پرده واچوي، خو سهار په خپله د الله تعالی اچول شوې پرده له ځانه څخه پورته کړي.
اې الله! له خپل خوا څخه مونږ ته حیا راکړه، او موږ ته توفیق راکړه چې په حضور او غیاب، په پټه او ښکاره کې ستا څخه ووېرېږو.
92
الدَّيـــَّـانُ (د خیر او شر بدله ورکونکی) ذات -جل جلاله-
یو سړی راغی او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مخې ته کېناست؛ ويې ويل: يا رسول الله! زه دوه داسې غلامان لرم چې ما ته درواغ وایي، خیانت کوي، زما نافرماني کوي، او زه هغوی ته ښکنځلې کوم او هغوی وهم، نو زه ددوی پر واړندې څنګه یم؟
هغه وفرمایل: «يُحْسَبُ مَا خَانُوْكَ وَعَصَوْكَ وَكَذَّبُوْكَ وَعِقَابُكَ إِيَّاهُمْ؛ فَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ بِقَدْرِ ذُنُوْبِهِمْ كَانَ كَفَافًا؛ لَا لَكَ وَلَا عَلَيْكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ دُوْنَ ذُنُوْبِهِمْ؛ كَانَ فَضْلًا لَكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَوْقَ ذُنُوْبِهِمْ؛ اقْتُصَّ لهُمْ مِنْكَ الفَضْلُ»، فتنحى الرجل، فجعل يبكي ويهتف. " د هغوی خیانت، نافرماني، درواغ، او ستا سزا ورکول به حسابیږي؛ که ستا سزا ورکول د دوی د ګناهونو په اندازه وي؛ نو هغه کفایت کوي؛ نه تا لره او نه تا باندې څه حق شته، او که د دوی لپاره ستا سزا ورکول د دوی د ګناهونو څخه لږ وي؛ دا ستا فضل او احسان دی، او که ستا سزا د دوی له ګناهونو څخه ډیره وي؛ نو ستا څخه به د هغه زیاتوالي غچ واخیستل شي». نو هغه سړی څنګ ته شو، په ژړا او فریاد یې پیل وکړ.
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَمَا تَقْرَأُ كِتَابَ اللهِ: «ایا تاسو د الله کتاب نه لولئ: (وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ) ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو). [الأنبياء: 47]؟».
فقال الرجل: والله يا رسول الله! ما أجد لي ولهم شيئًا خيرًا من مفارقتهم! أشهدك أنهم أحرار كلهم. هغه سړي وویل: په الله قسم ای د الله رسوله! زه د دوی او خپل ځان لپاره د دوی پریښودلو څخه غوره بل څه نه وینم! زه تا ګواه نیسم چې دوی ټول آزاد دي. [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
قسم په الله که خلک پوه شوی وی ... چې هغوی د څه لپاره پيدا شوي دي هغوی به هیڅ کله خوب نه وی کړی
یقینا چې هغوی دداسې کار لپاره پیدا شوي دي ... چې که د هغوی د زړونو سترګې وویني هغوی به حیرانې او ړندې شي
د امام احمد په مسند کې له جابر -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَحْشُرُ اللهُ العِبَادَ، فَيُنَادِي بِصَوْتِ يَسْمَعُه مَنْ بَعُدَ كَمَا يَسْمَعُه مَنْ قَرُبَ: أَنَا المَلِكُ، أَنَا الدَّيَّان، لا يَنْبَغِي لأَحَدٍ مِنْ أَهْلِ النَّارِ أَنْ يَدْخُلَ النَّارَ وَلَهُ عِنْدَ أَحَدٍ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ حَقٌّ؛ حَتَّى أَقُصَّهُ مِنْهُ، وَلَا يَنْبَغِي لأَحَدٍ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ أَنْ يَدْخُلَ الجَنَّةَ وَلأَحَدٍ مِنْ أَهْلِ النَّار عِنْدَهُ حَقٌّ؛ حَتَّى أَقُصَّهُ مِنْهُ حَتَّى اللَّطْمَةَ» «الله به بندګان حشر کړي، هغه به اواز وکړي چې لرې کسان د نږدې کسانو په څیر به دا اواز واوري: زه پاچا یم، زه د خیر او شر بدله ورکوونکی یم، هیچ دوزخي ته نه ښایي چې دوزخ ته ننوځي او د هغه حق جنتي باندې پاتي وي؛ تر څو چې زه يې له هغه څخه پرې نکړم، هیچ جنتي ته نه ښایي چی جنت ته ننوځي او د دوزخي په هغه باندې پاتي وي؛ تر څو چې زه يې له هغه څخه پرې نکړم، حتا که هغه یوه څپیړه هم وي». [صحیح دی].
زمونږ رب – عزوجل – -هغه چي خپل عرش باندې بر قراره شو د خپلې پاچاهۍ دپاسه– ټول مخلوق هغه ته تابع شول، او ټول مخونه ورته عاجز شول، او د هغه د عظمت لپاره لویان او ظالمان او ټول مخلوق ذلیل او تسلیم شول، او هغه – عزوجل- چې ټول مخلوق باندې غالب او زورور دي؛ او ټول مخلوقات هغه –عزوجل- ته تابع شول؛ نو د ټولو بندګانو واک او اختیار د هغه په لاس کې دی، د پاچاهۍ چارې او واکمني د هغه په لاس کې ده، د هغه پرته بل هیڅ حکم کوونکی نشته، له هغه پرته بل رب نشته، او د هغه پرته بل معبود نشته.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - د خیر او شر بدله ورکونکی دی؛ هغه څوک چې د بندګانو محاسبه کوونکی او اجر ورکوونکی دی، او د دوی ترمنځ په ټاکلې ورځ فیصله کوي؛ لکه څنګه چې هغه –تبارک و تعالی- وفرمایل: (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) (د بَدلې د ورځې مالك دى). [الفاتحة سورت: ایت 4]، (وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ) (او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو). [الأنبياء سورت: ایت 47].
څوک چې خیر ومومي، د الله شکر دې ادا کړي، او څوک چې له دې پرته بل څه ومومي، هغه دې یوازې خپل ځان ملامت کړي؛ (يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ) (په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخي ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په منځ كې او د هغې (بدۍ) په منځ كې ډېر لرې واټن وی او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 30].
پایلو ته پام وکړه!
الله عادل دی؛ د مظلوم حق له ظالم څخه اخلي، او له بادار څخه د غلام حق اخلي، او همدارنګه له حیواناتو څخه، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يُحْشَـرُ الخَلْقُ كُلُّهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ: البَهَائِمُ، وَالدَّوَابُّ، وَالطَّيْرُ، وَكُلُّ شَيْءٍ، فَيَبْلُغُ مِنْ عَدْلِ اللهِ: أَنْ يَأْخُذَ لِلْجَمَّاءِ مِنَ القَرْنَاءِ» «د قيامت په ورځ به ټول مخلوقات راغونډ شي: حیوانات، ساه لرونکي، مرغان او هر څیز، او د الله عدل به دی حد ته ورسېږي چی: د بې ښکرو حیواناتو حق له ښکرلرونکو حیواناتو څخه واخلي». [صحیح حدیث دی. حاکم په "المستدرک" کې روایت کړی دی]. او په بل لفظ کې دي: «وَحَتَّى الذَّرَّةَ مِنَ الذَّرَّةِ» "حتا له یوې ذرې څخه د بلې زرې حق اخلي". [صحیح حدیث دی. احمد په المسند کې روایت کړی دی].
کله چی پوه شوې چې د قيامت، بدلې او حساب په ورځ به له (الدیان) د خیر او شر بدله ورکوونکي سره مخامخ کیږې؛ او دا چې الله د یوې ذرې په پیمانې باندې ظلم نه کوي، او دا چې د خلکو ترمنځ څه شی دي هغه د شخړو پر بنسټ دي، او دا چې د بنده او د هغه د رب تر منځ د بخښنې او عفوې پر بنسټ دي، او حساب به ښو او بدو کارونو باندې وي، نو ته خپله نیکي څنګه نورو خلکو باندې تقسیموې، او د نورو بدۍ ځان ته اخلې، دا په داسې حال کې چې ته پوهیږې چې تا سره به هرومرو حساب کیږي؟!
نو هوښیار اوسه، او ځان سره حساب وکړه مخکې له دې چې تا سره حساب وشي؛ او څنګه چې ویل شوي: عاقل او هوښیار: هغه څوک دی چې خپل ځان وپیژني او د هغه څه لپاره کار وکړي چې له مرګ نه وروسته راځي، او عاجز: هغه څوک دی چې د خپل نفس د غوښتنو پیروي وکړي، او بیا الله څخه د نعمتونو او جنت امید ولري!
او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خپلو صحابه و -رضي الله عنهم- څخه وپوښتل: «أَتَدْرُونَ مَا المُفْلِسُ؟»، قالوا: المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع؛ فقال: «ایا پوهېږئ مفلس څه شی دی؟» هغوی وویل: په مونږ کې مفلس هغه څوک دی چې نه درهم (مال) او نه توکي ولري؛ هغه وویل: «إِنَّ المُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ القِيَامَةِ بِصَلاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ، وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا، وَقَذَفَ هَذَا، وَأَكَلَ مَالَ هَذَا، وَسَفَكَ دَمَ هَذَا، وَضَرَبَ هَذَا؛ فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، فَإِنَّ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ؛ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ؛ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ، ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ» "زما امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قيامت په ورځ به له لمانځه، روژې او زکات سره راشي، په داسې حال کې به راشي چې یو ته به یې ښکنځلې کړي وي، او په یو بل به یې تهمت لګولی وي، او له بل څخه به یې مال خوړلی وي، او د بل چا وینه به يې توی کړي وي، او بل به یې وهلی وي؛ نو یوه ته به د هغه له نیکیو څخه ورکړل شي، او بل ته به هم د هغه له نیکیو څخه ورکړل شي، نو کله چې د هغه نیکۍ خلاصې شي مخکې لدې چې د نورو حقوق ادا کړي؛ د هغوی ګناهونه به واخېستل شي؛ او هغه باندې به واچول شي، بیا به اور ته واچول شي». [مسلم روایت کړی].
او عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي: " خپل ځان سره حساب وکړئ مخکې لدې چې تاسو سره حساب وشي، او خپل عملونه وزن کړئ مخکې له دې چې وزن شي، ځکه چې دا به د سبا په حساب کې ستاسو لپاره د نن ورځې حساب کولو څخه اسانه وي، او خپل ځانونه د لوې نندارې لپاره چمتو کړئ". (يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌ) (په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتي نشي). [الحاقة سورت: ایت 18] .
هغه ورځ په یاد ولره کله چې الله ته یوازې راشې ... او د عدالت ترازو ودرول شي
او له ګناهونو څخه پردې پورته شي ... او ګناه پرته له پردې څخه راشي
او د ابو الدرداء -رضي الله عنه- خبره په یاد ولره: «نیکي نه زړیږي، او ګناه نه هیریږي، او د خیر او شر بدله ورکوونکی ذات نه ویده کیږي، نو هغسې اوسه لکه څنګه چې غواړې! لکه څنګه چې ته کوې هماغسې به تاسره کیږي».
نو که ته مظلوم یې نو د خیر او شر بدله ورکوونکی ذات باندې خوشحاله اوسه، او دا نوم د ټولو مظلومانو او ځپل شوي لپاره د تسکین دی:
په الله قسم، ظلم بدمرغي ده ... او ګناهګار همېشه لپاره ظالم دی
او موږ د قیامت د ورځې بدله ورکوونکی ذات ته روانیږو ... او د الله پر وړاندې به مدعیان راټولیږي
اې الله! موږ له تا څخه غوښتنه کوو اې بدله ورکوونکی ذاته: موږ ته له خپلې لورې څخه بخښنه وکړه، او موږ باندې تاته د وړاندې کېدو په ورځ رحم وکړه.
93
المَــنــَّــانُ (احسان کونکی) ذات -جل جلاله-
د الله – تبارک و تعالی- فضل او احسانونه بې شمیره دي! څومره تکليفونه یې لمنځه وړي! او څومره مرضونو څخه یې روغ کړي یو! څومره تشویشونه یې جبران کړي؟ او څومره غمونه یې خلاص کړي؟
تر ټولو لوی نعمت چې بنده یې په آخرت کې هیله لري: د ګناهونو بخښنه ده، او د هغه بخښنه په ایمان او د نیکو اعمالو په واسطه ترلاسه کیږي؛ که څه هم لږ وي.
نو دا اصیرم عمرو بن ثابت د احد په ورځ مسلمان شو، او په هغه ورځ ووژل شو، او یو لمونځ یې هم نه و ادا کړی، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته یې د هغه په هکله یادونه وکړه؛ نو هغه وفرمایل: «إِنَّهُ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ» "هغه له جنتیانو څخه دی". صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی، او الهيثمي په المجمع کې ویلي دي: «د حدیث راویان ثقه دي».
او هغه سړی چې سل انسانان یې وژلي و؛ الله – عزوجل- د هغه توبه کې اخلاص ولید؛ نو هغه ته یې بخښنه وکړه.
بیا په دې ژوند کې بنده باندې تر ټولو لوی احسان: هدایت دی: (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ايت 17].
او د الله د هغو نومونو څخه چې په هغوی یې خپل ځان ستایلی: (المنان - عزوجل -) دی.
په سننو کې له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره ناست و او یو سړي لمونځ کاوه، بیا یې دا دعا وکړه: اې الله! زه له تا څخه دا غوښتنه کوم چې تا لره ستاینه ده، له تا پرته بل معبود نشته، بدله ورکوونکیه، د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکیه، اې د عظمت او عزت خاونده.. اې ژوندی اې قیوم ذاته!
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «دَعَا اللَهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ، وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى» "هغه له الله څخه د هغه په لوی نوم سره غوښتنه وکړه، که په هغه سره راوبلل شي ځواب ورکوي، او که په هغه سره ورڅخه وغوښتل شي ورکوي یي". [صحیح حدیث دی]
زموږ رب – تبارک و تعالی – د لویو ډاليو، ورکړو او احسانونو ورکوونکی دى، او هغه – سبحانه و تعالی – له غوښتلو مخكې د نصیب او برخې په ورکولو پيل كوي، او له پيل څخه تر پايه وركوونكى دى، او له هيلو او امیدونو څخه پورته ورکوي.
کله چې منت او احسان د هغه له خوا په سخاوت سره پر خپلو ټولو بندګانو باندې وي؛ دوی باندې به د هغه احسان وي، او پر هغه باندې د هیچا منت او احسان نشته، او د هغه ترټولو لویه ډالۍ: دا ده چې هغه ژوند، عقل او منطق ورکړی دی، او په ښه شکل باندې یې جوړ کړی، او په سخاوت سره یې نعمت ورکړی.
د هغه – جل و علا- یو له سترو نعمتونو څخه - پر ټولو بندګانو باندې: دا چې هغوی ته یې زیری ورکوونکي او اخطار ورکونکي رسولان لیږلي دي؛ نو په خپل منت او احسان سره یې خپلو مؤمنو دوستانو ته نجات ورکړ، او هغوی ته یې د سمې لارې لارښوونه وکړه، او د دوزخ له اوره يې وژغورل..
(لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ) (خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو). [آل عمران سورت: ايت 164]، (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ايت 17].
او د هغه له احسانونو څخه: دا چې هغه مظلومان په هر وخت او زمان کې د متکبرانو او فاسدینو څخه ژغوري، او دوی ته امنیت او ځواک ورکوي: (وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) (او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د بادشاهۍ) وارثان وګرځوو). [القصص سورت: ایت 5].
خوشحاله او نېکبخته خلک:
او الله –جل و علا- د شکر او بندګۍ ډیر حقدار دی، ځکه چې د هغه نعمتونه د مؤمنانو لپاره دایمي دي، تر دې چې جنت ته داخل شي، نو په دنیا کې د هغه اولیاوو لپاره نعمتونه: هدایت کول او ساتنه دي، او په آخرت کې: د دوزخ له اور څخه خلاصون، جنت ته داخلېدل او د هغه –سبحانه و تعالی- مبارک و مهربان مخ ته کتل دي، الله -سبحانه تعالی- فرماېلي: (قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ (26) (دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو. فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ (27) نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو. إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ (28)) بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى). [الطور سورت: ایتونه 26-28].
د مؤمنانو عادت..
او کله چې مؤمن د الله –عزوجل- له طرفه کوم احسان او منتونه وویني؛ زړه یې حیران شي، روح یې راضي شي، نو خپل رب ته له فقیرو بنده ګانو څخه جوړ شي، یوازې د هغه –سبحانه و تعالی- حمد او ثنا وایي، او دا هغه لره لویه دروازه ده چې بنده د هغې لارې څخه خپل رب ته ننوځي، او هغه: د هغه په وړاندې د خشوع او عاجزۍ دروازه ده؛ دعا کوونکی، غږ کوونکی او اواز کوونکی په : اې منان ذاته!
نو دلته؛ ارمانونه پوره کېږي، او غوښتونکو ته ورکول کېږي، ګناهګار ته بخښنه کېږي، تکليف لرې کېږي، غمونه له منځه ځي، بندي ازادېږي، ناروغ ته شفاء ورکول کېږي، غايب بېرته راستنېږي، مجبور او عاجز ته ځواب ورکول کېږي: (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ). [النمل سورت: ایت 62].
او که چیرته ستاسو له ژوند څخه هر څومره شیان واخیستل شي چې ته فکر کوي چې هغه به ستا د خوښۍ لامل وي، ډاډ اوسه چې الله هغه ستا څخه لرې کړي مخکې لدې چې ستا د بدبختۍ لامل جوړ شي.
منت مه کوه!
او كه الله –سبحانه و تعالی- د خپل ځان ستاينه كړې ده چې په خپلو بندګانو باندې یې منت او احسان کړی؛ هغه کسان یې ملامت کړي هم دي چې الله او یا د هغه بندګانو باندې منت کوي؛ له دې امله چې هغوی خپل مالونه مصرف کړي، او هغه کارونه چې هغوی کړي دي؛ نو فرمایي: (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا ۖ قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم ۖ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوي، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ایت 17].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - موږ ته خبرداری راکړ چې په هغه څه چې موږ وړاندې کوو منت او احسان و نکړو؛ ځکه دا کار صدقه او ثواب باطلوي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ) (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ). [البقرة سورت: ایت 264].
او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ د احسان زباتلو څخه منع کړي یو، نو هغه –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللهُ يَوْمَ القِيَامَةِ: المَنَّانُ؛ الَّذِي لَا يُعْطِي شَيْئًا إِلَّا مِنَّةً، وَالمُنْفِقُ سِلْعَتَهُ بِالحَلِفِ الفَاجِرِ، وَالمُسْبِلُ إِزَارَهُ» "درې کسان دي چې الله به د قیامت په ورځ هغوی سره خبرې نه کوي: منان؛ هغه څوک چې له منت او احسان پرته څه نه ورکوي، او هغه څوک چې خپل توکي په بدو قسمونو خرڅوي، او هغه څوک چې پایڅې یې له ښنګرو ټیټې وي". [مسلم روایت کړی].
او په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَا يَدْخُلُ الجَنَّةَ: مَنَّانٌ، وَلَا عَاقٌّ، وَلَا مُدْمِنُ خَمْرٍ» "جنت ته به داخل نه شي: څوک چې منت کوونکی وي، عاق شوی وي (د مور او پلار نافرمانه)، او د شرابو معتاد". [ صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی]
تا په منت سره هغه نعمتونه خراب کړل چې تا ته درکړل شوي وو ... سخي ندی څوک چې ورکړې سره خلکو باندې منت وکړي
له همدې امله؛ د صلاح خاوندانو به پخپل منځ کې داسې ویل: کله چې تا یو سړي ته یو څه ورکړل، بیا وګوره چې که هغه باندې ستا سلام اچول دروند تمامیده؛ هغه ته سلام اچول پریږده.
نيکانو به چې کله له چا سره ښېګڼه وکړه نو هغه به یې هېره کړه، او کله به چې چا هغوی سره ښېګڼه وکړه نو هيڅکله به يې نه هېروله.
او ښه کارونه چې په هر ځای کې وي نه پټیږي
او نه هم د ښو کارونو څښتنان که هر چیرته وي
اې منان ذاته! موږ باندې احسان وکړه چې زموږ حالت او زموږ اولادونه اصلاح شي، او زموږه خاتمه پخیر ولره.
94
الجَــوَادُ (سخي) ذات -جل جلاله-
که اړتیاوو محاصره کړي، او ستونزې درباندې راشي، او اندېښنې مو را ګیر کړي، پورونه ډیر شي، او روزي تنګه شي، نو پدې وخت کې سخي ذات، د غم او تکلیف لرې کوونکی، او د مجبورانو غږ ته ځواب ورکوونکي ته وګرځه.
په ترمذي کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ جَوَادٌ يُحِبُّ الجُودَ» "الله سخي دی او سخاوت خوښوي". [صحیح حدیث دی]
شیخ السعدي -رحمه الله- فرمايلي: الجواد، پدې معنا: چې هغه –سبحانه و تعالی-، مطلق سخي دی، چې په ټولو موجوداتو باندې خپل سخاوت خپور کړي، او هغه یې په خپل فضل، سخاوت او ډول ډول نعمتونو سره ډک کړي دي.
او په خپل سخاوت سره یې هغه کسان ځانګړي کړي دي چې له هغه څخه د ویلو په ژبه او یا د حالت په ژبه غوښتنه کوي؛ که هغه نیک کس وي یا بد، مسلمان وي یا كافر، څوك چې له الله څخه غوښتنه وكړي، هغه ته د هغه غوښتنه وركوي، او هغه څه چې يې ترې غوښتی وي ورکوي یې؛ ځکه چې هغه -جل و علا- ډېر مهربان او رحم کوونکی دی. (وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) (او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ). [النحل سورت: ایت 53]".
په سخاوت او مهربانۍ کې زموږ له رب څخه څوک لوی دی؟!
مخلوق د هغه نافرماني کوي.. مګر هغه د هغوی په بسترونو کې داسې ساتنه کوي لکه چې هیڅ نافرماني یې نه وي کړي، داسې یې ساتي لکه چې هیچ ګناه یې نه وي کړي.. خطاکارانو باندې فضل کوي، او ګناه کار ته مهلت ورکوي او پر توبه کوونکي باندې رحم کوي.
هغه د ټولو بندګانو څخه بډای دی؛ سره لدې هم هغوی باندې د نعمتونو، سخاوت، مهربانۍ، فضل، مهلت ورکولو له لارې مينه کوي.
او د الله –عزوجل- خزانې ډکې دي؛ په مصرف کولو باندې نه کمیږي، په صحیح روایت کې راغلي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَدُ اللهِ مَلْأَى لاَ يَغِيضُهَا نَفَقَةٌ، سَحَّاءُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ، أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْفَقَ مُنْذُ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ؟ فَإِنَّهُ لَمْ يَغِضْ مَا فِي يَدِهِ» «د الله تعالی لاس ډک دی، نفقه کول یې نه کموي، او هغه د شپې او ورځې لخوا ډیر انفاق کوي، ایا تاسو پوهیږئ چې هغه د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو راهیسې څومره مصرف کړی؟ نو هر هغه څه چې د هغه په لاس کې وو ندي کم شوي». [ بخاري روایت کړی - او دا د هغه قول دی - او مسلم روایت کړی].
(سحاء) : په دايمي توګه ورول.
او (الغیض): کمښت.
له بندګانو څخه هغه چا سره مینه کوي څوک چې ورته امید ولري، او له هغه څخه هیله او غوښتنه وکړي؛ تر څو هغوی باندې خپل فضل او نعمتونه ډیر کړي: حتا تر دې چې د هغه له فضل او مهربانۍ څخه پرې ولوريږې، او له هغه چا څخه ناراضه کیږي چې هغه څخه څه و نه غواړي، او په ترمذي کې راغلي دي چې هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ لَمْ يَسْأَلِ اللهَ يَغْضَبْ عَلَيْهِ» "څوک چې له الله څخه و نه غواړي، هغه څخه ناراضه کیږي". [حسن حدیث دی]، په بل حدیث کې راغلي دي چې هغه –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل : «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمُ عَلَى اللهِ مِنَ الدُّعَاءِ» "د الله په نزد له دعا څخه بل هیڅ شی د عزت وړ نه دی". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
هغه سخي دی، او د هغه سخاوت ټول کاینات یې ... په فضل او کرم سره را ګیر کړی
او هغه سخي دی، او هغه یو سوالګر نه مایوسه کوي ... که څه هم هغه د کفارو له قوم څخه وي
مؤمن او ډاډمن بنده هغه دی: څوک چې د سخاوت صفت ولري، او د الله د فضل، مهربانۍ او سخاوت په لټه کې وي، او پوهیږي چې سخي او مهربان الله به د خپل له فضل، برکت او احسان څخه په پراخه کچه هغه باندې سخاوت وکړي، (مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ) (څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركړي، ډېر ښكلى قرض (حسن) نو چې هغه (الله) دغه (قرض) د ده لپاره دوه چنده كړي او د ده لپاره ډېر د عزت اجر دى). [الحديد سورت: ایت 11]، (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) (وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي). [الروم سورت: ایت 6]، هغه الله ته د نږدې کیدو لپاره انفاق کوي.
او زمونږ پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د ټول مخلوق څخه سخي دی؛ هغه په ښو کارونو کې په خلکو کې تر ټولو ډیر سخي و، او هغه د خوشې شوي اس څخه ډېر سخي و، او په رمضان کې تر هر وخت ډېر سخي و.
وفي «صحيح مسلم»: "ما سئل رسول الله -صلى الله عليه وسلم- على الإسلام شيئًا إلا أعطاه، قال: فجاءه رجل فأعطاه غنـمًا بين جبلين، فرجع إلى قومه؛ فقال: يا قوم! أسلموا، فإن محمدًا يعطي عطاءً لا يخشى الفاقة!"، وما سئل شيئًا قط فقال: لا. په صحیح مسلم کې راغلي: "له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه به د اسلام لپاره څه نه غوښتل کیده مګر دا چې هغه به ورکول، هغه وویل: یو سړی راغی او د دوو غرونو په منځ کې چې پسونه و هغه ته یې ورکړل، هغه سړی خپل قوم ته لاړ او ویې ویل: اې زما قومه، اسلام قبول کړئ، ځکه چې محمد داسې سخاوت کوي چې له فقر څخه نه ویریږي!" او له ده څخه هېڅکله هم کوم څه نه ندي غوښتل شوي چې هغه ورته: نه ویلي وي.
کله چې ته ورشې هغه به خوشحاله ووینې ... لکه څنګه چې ته هغه ته هغه څه ورکوې چې ته یې غوښتنه کوې
ويل شوي دي:
الجود ( سخاوت): هر عیب پوښوي.
په سخاوت سره ځان پټ کړه ځکه چې سخاوت هر عیب ... پټوي لکه څنګه چې ویل شوي
الجواد (سخاوت کوونکی): د خپل سخاوت په وجه په خلکو باندې مشري کوي.
كه سختي نه واى، نو ټولو خلکو به سیادت او مشري کوله ... سخاوت فقر او جګړه مرګ زیږوي
اې الله اې جواد ذاته! له خپلو برکتونو څخه موږ باندې مهرباني وکړه.
95
الرَّفـِــيـقُ (نرم او مهربان) ذات -جل جلاله-
جاء في «الصحيحين»: دخل رهط من اليهود على رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ؛ فقالوا: السام عليكم! قالت عائشة: ففهمتها؛ فقلت: وعليكم السام واللعنة! په "صحيحینو" کې راغلي: د يهودو يوه ډله رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته راغلل؛ هغوی وویل: السام علیکم (پر تاسو دې مرګ وي)! عایشې وویل: زه د هغوی د خبرې په مفهوم پوه شوم؛ نو ما وویل: وعلیکم السام (پر تاسو دې مرګ او لعنت وي)!
قالت: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- : «مَهْلًا يَا عَائِشَةُ! إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الرِّفْقَ فِي الأَمْرِ كُلِّهُ»، فقلت: يا رسول الله! أولم تسمع ما قالوا؟ هغې وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: حوصله وکړه اې عایشې! الله په ټولو چارو کې نرمي خوښوي». ما وویل: یا رسول الله! ایا تا وا نه وریدل چې هغوی څه وویل؟
قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم- : «قَدْ قُلْتُ: وَعَلَيْكُمْ» رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ما وویل: او پر تاسو هم». [دا د بخاري لفظ دی].
د جرم کولو پر وړاندې بخښنه کوي حتا تر دې چې
هغه د بخښنې له امله هیڅوک مجرم نه ګڼي
زموږ پېغمبر ته د دې سترو اخلاقو ورکوونکی: الله –سبحانه و تعالی - دی؛ هغه ذات چې غمونه پورته کوي، ناروغ ته شفا ورکوي، مصیبت لرې کوي، غیر حاضر بیرته راګرځوي، بندي خوشې کوي، او مات شوي ته قوت ورکوي.
په صحیح ډول روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ» "الله مهربان دی او مهرباني خوښوي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
زموږ رب - عزوجل - په خپل تقدیر، قضا او په خپلو عملونو کې مهربان دی.
زموږ رب – عزوجل – په خپلو اوامرو، احکامو، دین او شریعت کې مهربان دی.
او د هغه نرمي په عمل کې: دا چې هغه – تبارک و تعالی - ټول مخلوقات په تدریجي ډول، یو بل پسې پیدا کړي؛ د هغه د حکمت او مهربانۍ له مخې، که څه هم هغه کولی شول چې دا ټول په یوځل او یوه شیبه کې رامنځته کړي.
او زموږ رب - عزوجل - په خپل شریعت کې مهربان دی: په خپلو اوامرو او منع کولو کې؛ نو له خپلو بندګانو هغه څه نه غواړي چې دوی یې نشي برداشت کولی، او له خپلو بندګانو څخه د سختو مکلفیتونو غوښتنه نه کوي، بلکې هغوی باندې د مهربانۍ او رحمت لمخې د ځینو کارونو په نه کولو سره اجازه ورکوي؛ او له خپلو بندګانو څخه ټول مکلفیتونه په یو وخت کې نه غواړي، بلکې له یو حالت څخه یې بل حالت ته انتقال کړي؛ تر څو روحونه ورسره عادت شي او مزاجونه نرم شي.
او د هغه – تبارک و تعالی- له مهربانۍ څخه: د هغه چا لپاره مهلت ورکول دي چې ګناه یې کړي وي، او هغه –عزوجل- په عذاب ورکولو باندې بیړه نکوي، ترڅو الله ته رجوع وکړي او بیرته راستون شي.
او د هغه – سبحانه و تعالی- له نرمۍ څخه: هغه د خير ټول اسباب اسانوي، او هغه ددې ټولو شیانو احسان کوونکی دى، او تر ټولو لوى آسان شوی څیز: د هغه د كتاب د حفظ او فهم آسانتيا ده، (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ) (او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟). [القمر سورت: ایت 17].
او هغه مهربان دی او د مهربانو خلکو سره مینه کوي بلکې
د مهربانۍ لمخې هغوی ته د هیلو څخه ډیر ورکوي
مهربان خلک:
او څوک چې پوه شي چې الله ډېر رحم كوونكى دى، له الله سره يې مينه زياتېږي، په تعظيم، ثنا او شكر کولو كې يې زياتوالى راځي، او الله خپل نومونه خوښوي او هغه کسانو سره چې پدې نومونو باندې ياد شوي وي مينه کوي -پرته له هغه نومونو چې خپلو بنده ګانو ته يې نه غواړي-، نو الله رحیم دی او له رحم کوونکو سره مینه لري، سخي دی له سخاوت کوونکو سره مینه لري، مهربان دی او له مهربانو سره مینه لري.
او دې اخلاقو لپاره ترټولو حقدار: پیغمبران دي، او د دوی په سر کې: محمد -صلی الله علیه وسلم– دی، او د هغه –صلی الله علیه وسلم- ژوند د خلکو سره د مهربانۍ څخه ډک وو، هغه د خپل ځان په اړه هیڅکله په غوسه شوی نه و، نه یې خپله سینه د دوی د انساني ضعف له امله تنګه شوې وه، او نه یې د دې دنیا له توکو څخه د ځان لپاره څه ساتلي وو، بلکی ټول هغه څه چې د هغه په لاس کې وو په ډیرې مهربانۍ سره يې هغوی ته ورکړل، او خپل سخاوت، نرمي، نیکي، شفقت، مینه او مهرباني یې هغوی باندې پراخه کړې وه، او داسې کوم کس نه و چې هغه سره یې ناسته کړی وي مګر دا چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- د هغه زړه له مینې څخه ډک کړی نه وي؛ د هغه د نرمۍ او مهربانۍ لمخې.
یو اعرابي (بانډه چي) د جومات په څنګ کې میتیازې کوي؛ نو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه ودرېدل او ویې ویل: مه کوه مه کوه! رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغوی ته وفرمایل: «لَا تُزْرِمُوهُ، دَعُوهُ!». "هغه باندې میتیازې مه بندوئ، هغه پریږدئ!".
کله چې هغه له میتیازي کولو څخه فارغ شو؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- را وغوښته؛ او ورته یې وفرمایل: «إِنَّ هَذِهِ المَسَاجِدَ لَا تَصْلُحُ لِشَيْءٍ مِنْ هَذَا البَوْلِ، وَلَا القَذَرِ، إِنَّمَا هِيَ لِذِكْرِ اللهِ -عز وجل- ، وَالصَّلَاةِ وَقِرَاءَةِ القُرْآنِ» "دا جوماتونه د دې میتیازو او کثافاتو لپاره مناسب نه دي، بلکې د الله –عزوجل- د ذکر، لمونځ او د قرآن تلاوت لپاره دي". [مسلم روایت کړی].
او الله مهربان دی او مهربان خلک خوښوي، له هغه -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت شوی دی چې فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَيْهِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى العُنْفِ» "الله مهربان (نرم) دی او مهرباني (نرمي) خوښوي، او په مهربانۍ (نرمۍ) سره هغه څه ورکوي چې په سختۍ سره یې نه ورکوي". [مسلم روایت کړی].
له پیغمبرانو وروسته په دې برخه کې تر ټولو زیات مستحق: پاچاهان او چارواکي او هغه کسان دي چې د الله خوا ته دعوت کوونکي او عالمان دي، همدارنګه پلرونه هم پدې ډله کې راځي، ځکه چې خلک کافي اندیښنې لري، او دوی داسې یو چا ته اړتیا لري چې له هغوی څخه دغه اندیښنې کمې کړي نه دا چې هغوی ته سپکاوی وکړي، د هغوی لوی او پراخې پاملرنې، خوشحاله څیرې، او هغې مینې ته اړتیا لري چې هغوی احاطه کړي..
خلک مهربانۍ ته ډیره اړتیا لري نسبت دې ته چې هغوی ته په شدت (سختۍ) سره ورکړه ورکړل شي، او هغه خلک چې د مهربانۍ ډیر مستحق دي: خپل ځان، بیا ستاسو مور او پلار، میرمن، ماشومان، رعیت ( لاس لاندې کسان)، او هغه کسان چې تاسو سره کار کوي او ستاسو ملګري دي.
په دې کې ستا برخه..
وصح عنه -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: «إِنَّهُ مَنْ أُعْطِيَ حَظُّهُ مِنَ الرِّفْقِ؛ فَقَدْ أُعْطِيَ حَظُّهُ مِنْ خَيْرِ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، وَصِلَةُ الرَّحِمِ وَحُسْنُ الخُلُقِ وَحُسْنُ الجِوَارِ يَعْمُرَانِ الدِّيَارَ، وَيَزِيدَانِ فِي الأَعْمَارِ» او له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوي دي چې فرمایي: "هغه چا ته چې له مهربانۍ څخه برخه ورکړل شوي وي؛ هغه ته د دنیا او آخرت د غوره او ښو برخو څخه برخه ورکړل شوې، او خپلولي، ښه اخلاق او ښه ګاونډیتوب کورونه ابادوي، او د خلکو عمرونه زیاتوي». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
او په صحیح ډول روایت شوي دي چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا أَرَادَ اللهُ -عز وجل- بِأَهْلِ بَيْتٍ خَيْرًا: أَدْخَلَ عَلَيْهِمُ الرِّفْقَ» "هر کله چې الله –عزوجل- د یوې کورنۍ د خلکو لپاره خیر وغواړي، هغوی ته مهرباني په برخه کوي". [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
او هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُوْنُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ» "مهرباني (نرمي) په هیڅ شي کې نه موندل کیږي مګر دا چې هغه ښکلی کوي، او له هیڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه عیبجن (بد رنګه) کوي". [مسلم روایت کړی].
نو له همدې امله؛ د خلکو په نیز تر ټولو څخه ډیر نفرت شوی کس: سخت او بې رحم دی؛ الله – عزوجل- وفرمایل: (وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ) (او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا خوا او شانه خواره شوي وو). [آل عمران سورت: ایت 159]، او هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ حُرِمَ الرِّفْقَ حُرِمَ الخَيْرَ» أو «مَنْ يُحْرَمِ الرِّفْقَ يُحْرَمِ الخَيْرَ» "هغه څوک چې له مهربانۍ څخه بې برخې شو له نیکۍ څخه محروم شو" یا "هغه څوک چې د مهربانۍ څخه محروم شو د خیر څخه محروم شو". [مسلم روایت کړی].
اې الله! موږ ستا په الرفیق نوم باندې ستا څخه غوښتنه کوو: چې موږ سره مهرباني او نرمي وکړې، او موږ ته د خیر ټولې اسانتیاوې برابرې کړې.
96
السَّــــــيِّـــدُ (څښتن او سردار) ذات -جل جلاله-
په سنن ابي داود کې له عبدالله بن الشخیر -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې وايي: زه د بني عامر له پلاوي سره رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغلم: موږ وويل : ته زموږ بادار او سردار يې، هغه وفرمایل: «السَّيِّدُ اللهُ -تبارك وتعالى- »، سردار او څښتن الله – تبارک و تعالی- دی.
موږ وویل: په نیکیو او مقام کې زموږ تر ټولو نیک او لوړ یې، هغه وفرمایل: «قُوْلُوْا بِقَوْلِكُمْ، أَوْ بَعْضِ قَوْلِكُمْ، وَلَا يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ» "په هماغه الفاظو چې تاسو خبرې کوئ، پرته له مبالغې څخه خبرې وکړئ، او شیطان دې تاسو ته دوکه درنکړي". [صحیح حدیث دی].
" يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ " یعنې: شیطان تاسو باندې غالب نشي.
او په لغت کې: السيد: هغه څوک دی چې په مهربانۍ، مال، لوړتيا او ګټې کې له نورو څخه لوړ وي، او مال په خپلو حقونو کې ورکوي.
او سردار هغه چا ته ویل کیږي: چې هغه باندې د هغه غضب او غوسه غالبه نشي، او سخي، پاچا او رئیس باندې اطلاقیږي.
د بنده سردار: د هغه بادار او مولا دی، او د ښځې سردار: د هغې میړه دی، الله –سبحانه وتعالی- فرمايي: (وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ) (د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول). [يوسف سورت: ایت 25].
او السؤدد: یعنې عزت، او د هر څه څښتن: تر ټولو عزتمند او لوړ ته وایي.
پرته د الله – عزوجل- څخه څوک دی چې د هغه عزت بشپړ وي؟!
د بادار او سردار د نوم تر سیوري لاندې:
زموږ رب – سبحانه و تعالی - سردار دی؛ هغه څوک چې په خپل عظمت کې عظمت ته رسیدلی، او هغه عزتمند ذات چې په خپل شرافت کې بشپړ دی، او هغه مهربان ذات چې په خپلې مهرباني کې بشپړ دی، او هغه بډای ذات چې په خپل بډاینه کې بشپړ دی، او هغه غالب ذات چې په خپله غلبه کې بشپړ دی، او هغه عالم چې په خپل علم کې بشپړ شوی دی، او هغه حکیم چې په خپل حکمت کې بشپړ شوی دی.
نو الله –سبحانه و تعالی- سردار دی چې هر ډول عزت او مهربانۍ ورباندې پوره ده.
دا د هغه –سبحانه و تعالی- صفتونه دي چې هیڅوک ورسره شریک نه دي، او په هغه کې هیڅ مخلوق ورسره شخړه نشي کولی.
او هغه معبود، سردار او بې نیاز دی
چې تول مخلوق ورته د تسلیمېدو اعلان وکړ
له ټولو خواوو څخه په صفتونو کې بشپړ دی
د هغه په بشپړتیا کې هیڅ نیمګړتیا نشته
ټول مخلوق د هغه –تبارک و تعالی- بنده ګان دي، او ټول هغه ته محتاج دي؛ ملائکې، انسانان او پیریان، هیڅوک له هغه څخه بې نیازه ندي؛ هغوی ټول د هغه سخاوت، مهربانۍ او پالنې ته اړمن دي، نو د هغه –جل جلاله- حق دی چې باید سردار اوسي، او هغوی باندې لازم دي چې ترڅو هغه په دې نوم سره یاد کړي.
زموږ رب – سبحانه و تعالی - د کائناتو مالک دی. د هغه لپاره هیڅ نظیر او مانند نشته.
او هغه – تبارک و تعالی – سردار چې هر دول اطاعت، خشوع او عاجزي خاص هغه لره وشي، او هغه لره هیڅ شریک نشته.
هغه سردار او معبود دی چې هیڅ شریک نلري: (قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ) (ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى). [الأنعام سورت: ایت 164].
ابن عباس – رضي الله عنهما – وویل: إلهًا، د سردار په معنا دی.
غلط فکر!
یو کس ته شاید مال، اولادونه او مقام ورکړل شي، یا د لوړ او با عزت مقام او وظیفې، پراخه یا ځواکمنې رهبرۍ خاوند شي، او شاید ډیر خادمان د هغه په خدمت کی وي، او ډیر ساتونکي هم ولري، او د لښکرو لخوا د هغه ساتنه وشي، خلک د هغه تابع وي، سرونه ورته ذلیله او عاجز وي، او خلک د هغه پوروړي وي؛ او ددې دنیا ډیرې هوساینی (شرف) په غټه پیمانې سره ورته رسیدلي وي؛ مګر هغه یو لنډ مهاله او نیمگړې هوساینه (شرف) ده.
په خوب کې امیدونو هغوی په دوکه کړل
دا امیدونه او تعبيرونه څومره درواغ دي!
څوک چې ایمان ولري چې الله: ریښتینی مالک دی؛ د هغه زړه یوازې له هغه –تبارک و تعالی- سره تړلی دی؛ د ویرې، امید، مرستې، او د توکل تړل والی؛ ځکه چې هغه د بندګانو په چارو کې تصرف کوونکی دی، او هیڅ داسې ژوندی څیز نشته مګر دا چې د هغې اختیار له هغه سره دی، او ټول بندګان ورته اړمن او فقیر دي؛ (۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى). [فاطر سورت: ایت 15]، عاجزي او تسلیمېدل یوازې باید الله -سردار او قهار ذات– ته وشي.
اې ښاغلو!
د خلکو په نیز د شرف ستنې: کرامت، عزت، لوړوالی، او په لوړه یادونه، او دا څیزونه یوازې د الله -عزوجل- په اطاعت سره شوني دي؛ له همدې امله پیغمبرانو او اولیاو شرافت ترلاسه کړ، او هغوی د خلکو په منځ کې څرګند او ښکاره ول.
او هغه څوک چي له الله څخه مخ واړوي او په هغه كفر وكړي؛ هغه هیڅ عزت او مشري نلري، او که دوی د دنیا واکمني ولري، هغه غیر حقیقي او لنډمهاله ده.
نو لدې امله؛ منافق ته بادار ویل منع دي، ابو داود څخه روایت دی چې هغه –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَا تَقُوْلُوْا لِلْمُنَافِقِ: سَيِّدٌ، فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ -عز وجل- » "منافق ته: سردار (بادار) مه وایئ، ځکه چې که هغه سردار (بادار) وي، نو خپل رب –عزوجل- مو په غوسه کړی دی". [صحیح حدیث دی]
د سردار حمایت:
مخلوق لپاره د سید (سردار) کلمې استعمالول روا دي؛ د الله –عزوجل- په وینا د یحیی -علیه السلام- په اړه: (وَسَيِّدًا) [آل عمران:39]، او د شفاعت په حدیث کې راغلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يوم القِيَامة وَلَا فَخْرَ» "زه به د قيامت په ورځ د بني ادم سردار يم پرته له غرور او فخر څخه". [مسلم روایت کړی]، او د هغه –صلی الله علیه وسلم- وینا د سعد بن معاذ -رضي الله عنه- په اړه: "خپل سردار ته پاڅیږئ". [بخاري روایت کړی].
او ددې دوو روایتونو او د «السَّيِّدُ اللهُ» «الله سردار دی» روایت ترمنځ تعارض نشته. [صحیح حدیث دی. ابو داود روایت کړی]؛ ځکه چې د مؤمنانو په نیز د مخلوق له سردار څخه منظور: ریاست او امامت دی.
او عرب وايي: فلان زموږ بادار (سردار) دی؛ یعنې دا زموږ رییس او مشر دی، چې موږ یې درناوی کوو.
لیکن په سردار سره د الله - عزوجل – يادول پدې معنا دي: چې هغه د مخلوق مالک دی، او ټول مخلوق د هغه بندګان دي.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- منعه کول کله چې ورته وویل شول: ته زموږ بادار او سردار يې، هغه وفرمایل: «السَّيِّدُ اللهُ، قُولُوا بِقَوْلِكُمْ، أَوْ بَعْضِ قَوْلِكُمْ، وَلَا يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ الشَّيْطَان» «سردار او څښتن الله –تبارک و تعالی- دی، په هماغه الفاظو چې تاسو خبرې کوئ، پرته له مبالغې څخه خبرې وکړئ، او شیطان دې تاسو ته دوکه درنکړي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی] په دې کې: د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د توحید څخه حمایت، او د هغه د عزت ساتنه او حمایت، او د شرک د لارو بندول دي.
او هغه – صلی الله علیه وسلم- بده ګڼله چې د هغه وړاندې د هغه ستاینه وشي، که څه هم دوی له حقیقت پرته بل څه ندي ویلي، ځکه هغه په خپله دا خبره وکړه چې: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ» "زه د آدم د اولادې سردار یم". [مسلم روایت کړی]، او د دې وېرې څخه چې د هغوی زړونه به له مخلوق سره یو ډول تعلق پیدا کړي او د هغوی لپاره به ځانونه خوار او ذلیل کړي؛ کوم چې دا کار باید یوازې او يوازې د قهار الله لپاره ځانګړی شي.
اې، مونږ ستا د السید (سردار) په نوم غوښتنه کوو! ترڅو زموږ یاد لوړ کړې، او زمونږ بار او ګناه لرې کړې؛ ځکه ته په ټولو شیانو باندې قدرت لرې.
97
بــــَدِيـعُ السَّـــمــَاو َاتِ وَالأَرْضِ (د اسمانونو او ځمکې نوښتگر) ذات -جل جلاله-
"زه په قران کریم کې د حقیقت په موندلو کې ډیر متاثر او حیران یم!
دغه سپېڅلی قرآن کائنات د وجود له لوړ ځای څخه بیانوي.
لکه څنګه چې مونږ ولیدل؛ دا د انساني سرچینې څخه ترلاسه کیدی نشي، -وروسته لدې چې ما قرآن کریم ولوست- زه خپل راتلونکي باندې پوه شوم، زه به د دې جامع نظر په رڼا کې خپلې څیړنې پلان کړم". [پروفیسر: یوشیدي کوزان].
دا طبیعت ده لږ تم شه اې د شپې تلونکیه ... ترڅو تاته د نوښتګر د ښکلی مهارت نمونې وښیم ... کومه ځمکه او اسمانونه چې ستا شاوخوا ولړزیدلې ... د زیاتو ښکلو نښو او معجزو په شتون سره
دا ټول د پاچاهانو پاچاه باندې دلالت کوي چې ... د فقهاوو او علماوو لپاره یې دلیل پرینښود ... ترڅو هغه باندې شک وکړي. او د هغه چا لپاره چې شک پکې کوي ... نو دغه نښې او معجزې هغه ګناه لروونکی شک او انکار له منځه وړي
او كه یو انسان د اسمانونو او ځمكې په پيدايښت كې فكر وكړي، نو نوښتګر الله لپاره به داسې دلیل راوړي، څرنګه چې هغه –سبحانه و تعالی- د خپل ځان په اړه فرمایي: (بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ) (بې له نمونې پيدا كوونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فيصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي). [البقرة سورت: ایت 117].
ابن کثیر -رحمه الله- فرمایلي دي: د اسمانونو او ځمکې نوښتګر، د هغو خالق، د هغو جوړوونکی او د هغو پیدا کوونکی، پرته له کوم مخکینۍ نمونې څخه.
شیخ السعدي -رحمه الله- فرمایي: «(بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) پدې معنا چې: د هغو خالق او نوښتګر په خورا ښه پیدایښت، نوښت او ځواکمن نظم سره پیدا کړي دي».
د عقل څښتنانو ته غږ!
او که داسې وي؛ دا څنګه امکان لري چې هغه لره د هغو څخه څه شی منسوب شي ګویا چې هغه لپاره اولاد دی -اوچت دی الله تعالی د دې نه ډیر اوچت!- بلکې هغه څه چې په دې ځمکه کې دي د الله تعالی پیداېښت او نوښت دی، او دا ټول الله تعالی ته غاړه کېښودونکي او بندګي کوونکي دي، نو الله تعالی فرمايلي: (وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَل لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ (116) (او هغوى وويل: الله (د ځان لپاره) اولاد نيولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي. بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ (117)) (بې له نمونې پيدا كوونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فيصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي). [البقرة سورت: ایتونه 116-117].
او که دا ثابته شي چې: ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د هغه پیدا کولو او نوښت څخه دي؛ دا ثابته شوه چې: دا ټول د هغه په بندګانو او ملکونو کې شامل دي، نو د هغه لپاره دا ناشونې ده چې هغه زوی ولري.
او که داسې وي؛ دا د انسانانو لپاره لازمه ده چې: د هغه امر ومني او له هغه څه چې هغه منع کړي مخ وګرځوي؛ او دا خو لرې خبره ده چې هغه لره زوی او میرمن منسوب کړي!
بیا الله – سبحانه و تعالی- مونږ ته امر وکړ: چې په کايناتو او د هغه په ښایسته مخلوق کې فکر وکړو، الله – جل وعلا- وفرمایل: (إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ) (بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي). [آل عمران سورت: ایت 190]، په ټولو کایناتو کې د ایمان لپاره دلایل شته، چې د هغه اوریدونکي او لیدونکي پیدا کوونکي ذات ته اشاره کوي.
د کایناتو کرښو ته پام وکړه چې په هغې کې ... د لوړ مقام لرونکو ملایکو لخوا تا ته پیغامونه دي ... او ستا لپاره هغې کې لیکل شوي دي که چیرته ته د هغې لیکلو ته پام وکړې ... حقیقت دا دی چې پرته له الله څخه نور ټول شیان باطل دي
هغوی د الله په فضل او احسان باندې ګواهان دي ... فصیحه او خاموشه ژبه ده څرنګه چی هغه ویلي دي
په کایناتو کې فکر وکړه!
بلال -رضی الله عنه - رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته داخل شو – ترڅو د سهار لمانځه لپاره ورباندې غږ وکړي- ګوري چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پروت و او ژړل یې؛ ويې ويل: يا رسول الله! څه شی تاسو ژړوي په داسې حال کې چې الله ستاسو مخکیني او راتلونکي ګناهونه معاف کړي؟
هغه ورته وفرمایل: «وَيْحَكَ يَا بِلَالُ! وَمَا يَمْنَعُنِي أَنْ أَبْكِي وَقَدْ أَنْزَلَ اللهُ عَلَيَّ فِي هَذِهِ اللَّيْلَةِ: «افسوس پر تا اې بلاله! او څه شی ما له ژړا نه منع کوي د هغه شي په اړه چې نن شپه الله پر ما باندې نازل کړی دی: (إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ) (بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي). [آل عمران سورت: ایت 190]»؛ او د سورت تر پایه یې تلاوت کړ.
بیا یې وفرمایل: «وَيْلٌ لِمَنْ قَرَأَهَا وَلَمْ يَتَفَكَّرْ فِيهَا!» افسوس د هغه چا لپاره چې دا ولولي او فکر پرې و نکړي! [صحیح حدیث دی. ابن حبان روایت کړی].
اسمانونه او هر هغه څه چې هغې کې دي، ستوري او سیارې، لمر او د سپوږمۍ تماشا کول، او د ځمکې تماشا کول او هغه څه چې په دې کې دي، غرونه، نهرونه، سیندونه، حیوانات، نباتات، بې جانه شیان، ژوندي او مړه شیان ... د آسمانونو او ځمکې د ښکلا او نوښت څرګندونه کوي، (تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا (61) (ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده. وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا (62)) او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي). [الفرقان سورت: ایتونه 61-62].
د اسلامي ځوانانو په کنفرانس کې؛ چې په (1979) ميلادي كال كې په رياض كې ترسره شو، كله چې امريكايي پروفيسور (پالمر) د الله - سبحانه و تعالی- دغه كلام واوريده، نو پاڅېده: (أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا) (ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل). [الأنبياء سورت: ایت 30]، او ویې ویل: په حقیقت کې کاينات په پیل کې د لوګي، گازي، او نښلول شوي لویې ورېځې څخه جوړ و، بیا په تدریج سره په ملیونونو ملیونونو ستورو باندې بدل شو چې اسمان یې ډک کړ، او دا په هیڅ ډول ممکنه نه ده چې دغه خبره داسې کس ته منسوب شي چی (۱۴۰۰ کاله) پخوا مړ شوی وي، په داسې حال کې چې هغه سره تلسکوپونه او فضایي بېړۍ شتون نه درلود چې د دې حقایقو په موندلو کې ورسره مرسته کړي وي، نو هغه څوک چې محمد ته یې خبر ورکړی دی هغه: الله دی، او پروفیسور (پالمر) د کنفرانس په پای کې خپل اسلام اعلان کړ.
په (۱۴۰۴ هـ ق) کال په ریاض کې د سعودي په اتم طبي کانفرانس کې د تایلنډ د مای پوهنتون د اناتومي او جنین د څانګې مشر پروفیسور ټاګت تاجسون وویل: «او لکه څرنګه چې پیغمبر – صلی الله علیه وسلم - لوستل او لیکل یې نشو کولی؛ نو دا باید محمد - صلی الله علیه وسلم – هغه پیغمبر وي چې دغه حقیقت یې راوړی وي، دا هغه ته د خالق له خوا د وحي په واسطه لیږل شوی و چې په هر څه پوه دی؛ او دا خالق باید الله وي.
له همدې امله؛ زه فکر کوم چې د هغه څه وخت را رسیدلی چې باید ووایم (أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا رسول الله)، زه شاهدي ورکوم چې د الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی».
دارو (درمل) ..
او د الله – سبحانه و تعالی- د البدیع نوم مقام ډیر لوی دی! که هر چا په دې نوم سره دعا وکړه الله به یې قبوله کړي.
ترمذي له انس -رضی الله عنه- څخه روایت کړی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مسجد ته ننوت چې ګوري یو سړي لمونځ ادا کړ او دعا کوي او په دعا کې یې ویل: اللهم! لا إله إلا أنت، المنان، بديع السماوات والأرض، يا ذا الجلال والإكرام! اې الله! له تا پرته بل معبود نشته، منت کوونکی، د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی، اې د عظمت او عزت خاونده!
فقال النبي -صلى الله عليه وسلم- : نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَتَدْرُونَ بِمَ دَعَا اللهَ؟ دَعَا اللهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ، الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ، وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى» "ایا تاسو پوهیږئ چې الله ته یې په څه باندې بلنه ورکړه؟ هغه الله ته د هغه په لوی نوم سره بلنه ورکړه، که په هغه نوم دعا وکړای شي، هغه یې قبلوي، او که په هغه سره ترې څه وغوښتل شي، هغه څیز ورکوي». [صحیح حدیث دی].
اې الله! موږ ته بخښنه وکړه او پر موږ رحم وکړه؛ اې له ټولو رحم کوونکیه!
اې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکیه! موږ ته بخښنه وکړه، پر موږ رحم وکړه، او زموږ خطاګانې معاف کړه؛ بیشکه چې ته په هر څه توان لري.
98
المُعْـطـِــي (ورکوونکی) ذات -جل جلاله-
العطاء (ورکوونکی): د هغه د ډالیو له وجې څخه..
الکرم (عزتمند): د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی ..
الجود: د هغه له سترو ځانګړنو څخه ده، نو د هغه څخه څوک ډیر سخي، او مهربان او ورکوونکی دی؟!
او د الله –تبارک و تعالی- د ښکلو نومونو څخه: (المعطي) – تبارک و تعالی- دی.
په صحیح ډول روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي» "د چا لپاره چې الله خیر وغواړي، هغه ته د دین پوهه ورکوي، زه تقسیم کوونکی او واسطه یم، او الله ورکړې والا دی". [بخاري او مسلم روایت کړی].
زموږ رب – تبارک و تعالی-: په حقیقي توګه ټولو مخلوقاتو ته وركوونكى دى، هغه څه چې ورکړي یې دي د هغه منع کوونکی څوک نشته، او هغه څه چې منع کړي یې دي د هغه وركوونكى څوک نشته.
د هغه – سبحانه و تعالی- ورکړه په ټولو موجوداتو کې شته، د هغه لپاره محدودیت نشته، او نه قیوداتو باندې مقید دی، او دا د مهربانۍ او سخاوت انتها ده.
او کله چې زمونږ رب ورکړي؛ نو د هغه مهرباني او سمونتیا ده، او که منع یې کړي د هغه د حکمت او مصلحت لمخې به وي.
هغه منع کوونکی او ورکوونکی دی او دا د هغه فضل او احسان دی ... ځکه چې د منان ذات منع کول پخپله عدل او انصاف دی
هغه په خپل رحمت سره ورکوي او هغه چا لره چې وغواړي منع کوي ... په حکمت سره، او الله د قدرت څښتن دی
او د الله ورکړه (ډالۍ) په دوه ډوله دي:
۱- عمومي ورکړه (ډالۍ): په دنیا کې.
او دغه ورکړه: د ټولو مخلوقاتو لپاره ده؛ که هغه مؤمنان وي او یا کافران، ځکه چی الله -سبحانه و تعالی- د هغوی لپاره دنیوي چارې سمې کړي، الله – عزوجل- فرمايي: (كُلًّا نُّمِدُّ هَٰؤُلَاءِ وَهَٰؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ ۚ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا) (له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره او له دغو سره، او ستا د رب عطا (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده). [الإسراء سورت: ایت 20].
۲- خاصه ورکړه (ډالۍ): په دنیا او آخرت کې.
او دغه خاصه ورکړه (ډالۍ): د خپلو انبياوو، او خپلو پېغمبرانو او خپلو صالحو بندګانو لپاره ده، نو هغوی ته په دې دنيا کې حلاله روزي، صالح اولاد، ايمان او تقوا، يقين او روښانه هدايت ورکوي، او دا په دنیا کې تر ټولو ستر نعمتونه دي، حاکم په (المستدرک) کې روایت کړی، او ذهبي د هغه تصحیح کړې: د رسول الله- صلی الله علیه وسلم- روایت دی چې فرمایي: «إِنَّ اللهَ يُعْطِي الدُّنْيَا لِمَنْ يُحِبُّ وَمَنْ لَا يُحِبُّ، وَلَا يُعْطِي الدِّينَ إِلَّا مَنْ يُحِبُّ». "الله دنیا ورکوي هغه چا سره چې مینه لري او یا یې نلري، لیکن دین نه ورکوي پرته له هغه چا څخه چې هغه سره مینه لري".
مګر په آخرت کې؛ او د هغه په لوړو جنتونو کې ترټولو له سترو ورکړو څخه ده؛ چې له هغه څخه بشپړ او لوی مقام والا نشته! هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (جَزَاءً مِّن رَّبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا) (د رب له جانبه به بدله وركولى شي (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه). [النباء سورت: ایت 36].
د ښکلا او جلال په کور کې ترټولو ستره ورکړه (ډالۍ): د رب العالمین رضایت، او د هغه عزتمند مخ ته کتل دي.
د ورکړې (ډالۍ) کلیدونه:
او زموږ رب سخي دى او له سخاوت کوونکو سره مينه لري، او هغه ورکوونکى دى او له ورکوونکو سره مينه لري، له همدې امله خلک د ورکړې د خاوندانو عزت کوي، له ابو داود څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «الأَيْدِي ثَلَاثَةٌ: فَيَدُ اللهِ العُلْيَا، وَيَدُ المُعْطِي الَّتِي تَلِيهَا، وَيَدُ السَّائِلِ السُّفْلَى، فَأَعْطِ الفَضْلَ، وَلَا تَعْجَزْ عَنْ نَفْسِكَ» «لاسونه درې دي: د الله لوړ لاس دی، د ورکونکي لاس چې له هغې څخه وروسته دی، او د سوالګر ټیټ لاس دی، د خپل ضرورت څخه اضافه مال انفاق (ورکړه) کړه، او پدې کار کې خپل نفس سره مجاهدت او مبارزه وکړه». [صحیح حدیث دی].
او د سخاوت څښتنانو لپاره به د پاچاهانو د پاچا له لوري لوی اجر وي؛ (وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَأَنفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ) (او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى). [الحديد سورت: ایت 7].
او هغه – سبحانه و تعالی - له خپل رسول - صلی الله علیه وسلم - سره وعده کړې ده چې هغه ته به تر هغه کچې ورکړي تر څو چې هغه راضي شي: (وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ) (او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې). [الضحى سورت: ایت 5].
او له هغه څه څخه چې الله خپل رسول ته په آخرت کې ورکړي دي: نهر کوثر دی: (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ) (بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى). [الكوثر سورت: ایت 1]، د هغه – صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې د کوثر په اړه یې وفرمایل: «نَهْرٌ وَعَدَنِيهِ رَبِّي -عز وجل- ، عَلَيْهِ خَيْرٌ كَثِيرٌ، هُوَ: حَوْضٌ تَرِدُ عَلَيْهِ أُمَّتِي يَوْمَ القِيَامَةِ، آنِيَتُهُ عَدَدُ النُّجُوْمِ» «داسې یو نهر دی چې زما رب - عزوجل - له ما سره وعده کړې ده، چې په هغې کې ډیرې ښېګڼې او خیر دی، او هغه داسې حوض دی: چې زما امت به د قیامت په ورځ هغې ته راستنیږي، او د هغې جامونه به د ستورو په شمیر وي». [مسلم روایت کړی].
او کله چې الله تا ته وګوري او پوه شي چې تا هغه خپل د اعتماد وړ او خپل پناه ځای ګرځولی، او هغه دې پرته له مخلوق څخه خپلو اړتیاوو ته ځانګړی کړی، هغه به تا ته د هغه څه څخه غوره درکړي چې تا یې غوښتنه کړېده، او تا باندې به ډیره مهرباني او سخاوت وکړي چې غوښتی دې وي.
پاک دی هغه ذات چې په فکرونو سره امیدونه ورکوي ... هغه امیدونه چې په نفس کې وي او په ژبې سره نه وي ویل شوي ... پاک دی هغه ذات چې د هغه د پوهې څخه هیڅ شی پټ ندی ... ځکه چې ټول رازونه د هغه لپاره ښکاره دي او رزق یې
پاکي دی هغه ذات لره چې اوس هم شتون لري ... د ټولو جهانیانو لپاره ضامن دی
اې الله! موږ ته راکړه او موږ مه بې برخې کوه، او په مونږ مهرباني وکړه او مونږ مه مایوسه کوه؛ اې د جهانونو ربه!
99
المُحْسِــنُ(احسان کوونکی) ذات -جل جلاله-
په صحیح ډول روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا حَكَمْتُمْ فَاعْدِلُوْا، وَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوْا، فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- مُحْسِنٌ يُحِبُّ الإِحْسَانَ» "کله چې تاسو قضاوت کوئ نو انصاف وکړئ، او کله چې تاسو ذبحه کوئ، نو احسان او نیکې وکړئ، ځکه چې الله - عزوجل – احسان کوونکی دی او احسان کوونکي خوښوي". [حسن حدیث دی. طبراني په المعجم الاوسط کې روایت کړی دی].
او په بل حدیث کې د شداد بن اوس -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ -عز وجل- مُحْسِنٌ يُحِبُّ الإِحْسَانَ...» "الله - عزوجل - احسان کوونکی دی او احسان کوونکي خوښوي ...". [صحیح حدیث دی. "الجامع الصغیر"].
زمونږ رب – عزوجل – په خپل ذات، صفاتو او اعمالو کې د کمال حد ته رسېدلی دی؛ (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180]، له هغه څخه نه څوک غوره دی او نه بشپړ دی!
او زموږ رب – عزوجل- هغه: (الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ) (هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده هغه پیدا كړى دى). [السجدة سورت: ایت 7].
احسان د هغه اړین وصف دی، هیڅ موجود د سترګو د رپولو په اندازه د هغه له احسان څخه بې برخي ندي، ټول مخلوق د هغه په احسان او فضل باندې پوښل شوي؛ که هغه نیک انسان وي او که فاسق، مؤمن وي او که کافر، او د دوی لپاره هیڅ ډول پاڅون او دوام نشته مګر د هغه د مهربانۍ او انعام له لارې.
د هغه – عزوجل- احسان او مهربانۍ پر بنده باندې دا دی چې هغه یې له نشت څخه را منځته کړ، (هَلْ أَتَىٰ عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا) (یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و) [الإنسان سورت: ایت 1]، (وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ) (او د انسان تخلیق يې له خټې نه شروع كړى دى). [السجدة سورت: ایت 7].
بیا یې د هغه صورت جوړ کړ په ښکلي ډول باندې: (وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ) (او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي). [غافر سورت: ایت 64]، بیا یې د حق او باطل تر منځ د توپیر کولو لپاره هغه ته عقل ورکړ: (وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ) (اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي). [البلد سورت: ایت 10].
او اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې په دې په منځ کې دي د هغه تابع وګرځول: (أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) (ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله ستاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي پوره کړي دي). [لقمان سورت: ایت 20].
او بې شمېره نعمتونه یې ورته ورکړي دي: (وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ) (او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى). [إبراهيم سورت: ایت 34].
د احسان کمال:
بنده باندې تر ټولو ستر احسان: هغه ته پر دین باندې توفیق ورکول دي، د اسلام په اړه د هغه سینه پراخول او تر مرګه پورې په حق باندې ثابت قدمه اوسیدل دي، (إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوا وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ) (بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي). [النحل سورت: ایت 128].
او خپلو اولیاوو او دوستانو ته د ښه او خوندي ژوند لپاره توفیق ورکول دي: (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) (چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول). [النحل سورت: ایت 97]..
او خپل اولیا له غمه خلاصول دا دي چې: له سختیو او اندیښنو څخه یې ژغوري؛ الله –سبحانه و تعالی- د یوسف -علیه السلام- په اړه وفرمایل: (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ) (بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي). [يوسف سورت: ایت 100].
بیا د هغه احسان کمال له خپلو اولیاوو او دوستانو سره په آخرت کې هم څرګندیږي؛ کوم چې تر ټولو لوړ احسان او زیاتوالی دی، الله –عزوجل- فرمايي: (۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ) [د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته)]. [يونس سورت: ایت 26].
نو هغوی لره الحسنی : جنت دی.
او زیاتوالی: د خپل لوړ رب مخ ته کتل دي؛ کوم چې له هغه څخه غوره، ښکلی، بشپړ، او لوړ څه شتون نلري!
او هغه –تبارک و تعالی- د هغوی لپاره دوه اجرونه په خپلې دې وینا کې را جمع کړي: ګړندی اجر او ځنډول شوی اجر: (فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (نو الله هغوى ته د دنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: ایت 148].
او زموږ رب - عزوجل - د هغه فضل او احسان خورا لوی دی؛ هغه خپل شریعت په بشپړ دول جور کړ او په هغه کې یې ښې پایلې د لویو اهدافو لپاره شاملې کړي؛ کوم کې چې د ټولو مخلوقاتو لپاره خیر دی، (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ) (او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!). [المائدة سورت: ایت 50].
احسان په دوه ډوله دی:
1) د الله –سبحانه و تعالی- په عبادت کې احسان کول:
او دا د دین تر ټولو لوړ او عالي مقام دی؛ لکه څنګه چې د جبرائیل -علیه السلام- په مشهور حدیث کې راغلي، او په حدیث کې یې د احسان تفسیر کړی دی: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» "د الله داسې عبادت کول لکه څنګه چې ته هغه ګوري، نو که ته هغه نشي لیدلی، نو هغه تا ویني". [بخاري او مسلم روایت کړي].
2) او د الله –سبحانه و تعالی- په بندګانو باندې احسان کول:
هغوی ته د هر ډول خیر رسول، او هغوی ته له ضرر رسولو څخه ځان ساتل دي؛ هغه – تبارک و تعالی - وفرمایل: (إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي). [التوبة سورت: ایت 120].
او زمونږ رب -سبحانه و تعالی- خپل نومونه خوښوي، او خوښ ګڼي چې د هغه بندګان د هغه د نومونو په معنا سره هغه ته خپل ځانونه نږدې کړي؛ نو هغه رحیم دی او له رحم کوونکو سره مینه لري، سخي دی او له سخاوت کوونکو سره مینه لري، احسان کوونکی دی او د احسان کوونکو سره مینه لري، هغه -سبحانه و تعالی- فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي). [البقرة سورت: ایت 195]،
دې کار لپاره ډیر حقدار خلک: مور او پلار دي؛ د الله -عزوجل- ددې وینا په اساس: (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا) (او مونږ انسان ته له خپل مور و پلار سره د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى). [الأحقاف سورت: ایت 15]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل- : (وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ) (او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى). [القصص سورت: ایت 77] .
اې د عرش الله زه په عاجزۍ سره تا ته شکایت کوم
اې زما ربه زه تاته په سختۍ کې دعا کوم چې زما دعا واورې
اې زما الله! دغه هیله پوره کړه او موږ باندې
مهربان، رحم کوونکی اوسه، او زموږ دعاګانې قبولې کړه
اې احسان کوونکیه تا مخکې هم هرکله احسان کړی
اې پراخي ورکوونکیه، ستا بخښنه هم پراخه وه
موږ تاته پناه دروړو، اې الله، له خپلو بدو کړنو څخه
موږ له تا څخه د بخښنې هیله لرو
زموږ سره مرسته وکړه او شدت لمنځه یوسه، کوم چې
رامنځته شوي او سختۍ زمونږ څخه پورته کړه
موږ باندې سخاوت او فضل وکړه، کوم چې ته د هغه وړ یې
له عفوې او بخښنې څخه، اې غوره دعا غوښتل شوی ذاته
اې الله! موږ د نیکو خلکو څخه وګرځوه، او له موږ سره احسان وکړه؛ او زموږ څخه او زموږ د مور او پلار او ټولو مسلمانانو څخه قبول کړه.
ستر پرده اچوونکی ذات جل جلاله
زموږ حال به څه و که چېرته مو کړي ګناهونه په تندي لیکل کېدل؟! او زموږ به څه حال وای که چېرته د ګناهونو په اندازه بویونه راڅخه تلل؟! زموږ به څه حال وای که چېرته خلک په هغه څه باندې پوه شي چې الله تعالی پر موږ پرده اچولې ده؟!
او هغه ډېر حیا لرونکی ذات دی چې خپل بنده نه رسوا کوي
کله چې په ښکاره توګه د هغه نافرماني وکړي
مګر هغه پرې پرده اچوي
نو هغه پرده اچونکی او د بښنې خاوند دی
موږ اوس د الله تعالی یو له خورا ښکلي نومونو سره تم کیږو ، او هغه د: (الستیر جل جلاله)، ستر پرده اچونکي نوم دی:
له یعلی رضي الله عنه څخه په صحیح حدیث کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې په ځمکه او یوه پراخه فضا کې لوڅ غسل کوي، پرته له جامو څخه، نو منبر ته پورته شو او د الله حمد یې ادا کړ او د هغه ستاینه یې وکړه، بیا یې وفرمایل: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ، يُحِبُّ الحَيَاءَ وَالسَّتْرَ؛ فَإِذَا اغْتَسَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ» «بېشکه الله جل جلاله ډېر حیا کوونکی او پرده اچوونکی ذات دی، ستر او پرده خوښوي؛ نو کله چې له تاسو څخه یو څوک غسل کوي، نو باید ځان پټ کړي (او په عام محضر کې غسل ونه کړي)». [ صحيح حديث دی. ابو داود روایت کړی].
او السِّتِّير: هغه ذات دی چې په خپلو بندګانو پرده اچوي؛ نو هغوی د خلکو پر وړاندې نه رسوا کوي، او خپل هغه بندګان خوښوي چې د خپل ستر او پردې خیال ساتي او له هغه څه څخه ډډه کوي چې هغوی رسوا کوي.
او زموږ رب لکه څرنګه چې په عیبونو او رسوایانو پرده اچوي؛ له هغه چا سره مینه کوي چې ناوړه او بد کارونه پرېږدي.
الله تعالی څومره مهربان ذات دی!
سینې؛ په خاطرو، فکرونو، مقصدونو او نیتونو سره پټوي؛ چې غوږ ورته لار نه مومي، او نه سترګي ورته رسېږي، خو حکيم او عالم ذات له هغو څخه با خبر دی، خو بیا یې هم پټوي او پرده پرې اچوي.
شپه په خپلو تیارو سره پټوي، اسمان په خپلو وزرو سره پوښي، او هغوی په پټه خوله غږیږي، او پټې خبرې کوي؛ چې هېڅ ګاونډی یې نه اوري، او نه ورڅخه د کور خلک خبریږي، او نه له هغوی څخه کوم خبر لېږدول شوی وي.. خو لطیف، او خبیر ذات پرې پوه دی، اوریدلي او لیدلي یې دي او بیا هم پرې پرده اچوي.
او زموږ پروردګار سره لدې چې د ټولو مخلوقاتو له اطاعت او بندګۍ څخه بې نیازه دی؛ هغه د خپل بنده عزت کوي، هغه باندې پرده اچوي، او د هغه په ښکاره کولو او رسوا کولو او د هغه په واسطه عذاب ورکولو باندې بیړه نه کوي، بیا هغه ته د پښېمانۍ او توبې توان ورکوي، هغه ته عفوه او بخښنه کوي. (أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَأۡخُذُ ٱلصَّدَقَٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ) (ایا دوی نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى). [التوبة سورت:104 ایت ].
له (ستر پرده اچونکي) الله پرته بل معبود نشته! حرمتونه یې تر پښو لاندې کیږي، او د هغه د اوامرو مخالفت کیږي، زیاتې تېروتنې کیږي، او ډېر ګناهونه ترسره کیږي؛ سره لدې هم توبه قبلوي، بخښنه او عفوه کوي، او پرده اچوي او ګناهونه پاکوي.
هغه زموږ کمزورۍ باندې پوه دی، زموږ ځای ویني، هغه زموږ د سترګو په خیانت پوه دی او هغه څه چې زموږ سینه یې پټوي پرې پوه او ترې باخبر دی، او د پردې اچولو سربېره؛ زموږ عزت کوي، هغه تعالی فرمایلي: (وَهُوَ ٱلَّذِي يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَعۡفُواْ عَنِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَيَعۡلَمُ مَا تَفۡعَلُونَ ) (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ). [الشورى سورت: ایت 25].
او کله چې له ابن عمر رضي الله عنه څخه د نجوا (پټې خبرې) په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «يَدْنُو أَحَدُكُمْ مِنْ رَبِّهِ حَتَّى يَضَعَ كَنَفَهُ عَلَيْهِ؛ فَيَقُوْلُ: عَمِلْتَ كَذَا وَكَذَا؟ فَيَقُوْلُ: نَعَمْ، وَيَقُوْلُ: عَمِلْتَ كَذَا وَكَذَا؟ فَيَقُوْلُ: نَعَمْ، فَيُقَرِّرُهُ، ثُمَّ يَقُولُ: إِنِّي سَتَرْتُ عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، فَأَنَا أَغْفِرُهَا لَكَ اليَوْمَ» «د قيامت په ورځ به مؤمن خپل رب ته ورنژدې شي تر هغه چې الله تعالی به يې په خپل رحمت وپوښي؛ او ورته به ووايي: ايا فلانۍ او فلانۍ ګناه دې په یاد ده؟ هغه به ووایي: هو، الله تعالی به ووایي: دغه او دغه عملونه دې کړي و؟ هغه به ووایي هو، او پخپلو ګناهونو به اعتراف وکړي، بیا به الله تعالی وفرمایي: ما په دنیا کې ستا پر ګناهونو ستر او پرده اچولې وه، او نن یې تاته بخښم» [بخاري روایت کړی].
تر ټولو بد خلک ..
او په یاد ولره چې د الله تعالی په نېز تر ټولو بد خلک هغه دي چې: د الله تعالی نافرماني وکړي پداسې حال کې چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړی وي، بیا سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله تعالی هغه باندې پرده اچولی وه.
په "الصحيح" کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافـًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ: أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ، فَيَقُوْلُ: يَا فُلاَنُ! عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللهِ عَنْهُ» «زما ټول امتیان معاف دي پرته له ښکاره کوونکو خلکو څخه، او ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال کې هغه په داسې حال شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، مګر هغه سبا د هغه څه څخه پرده پورته کوي چې الله هغو باندې پرده اچولې وي». [بخاري روایت کړی -او دا یې لفظ دی-، او مسلم روایت کړي دي].
د عثمان بن ابي سوده رضي الله عنه څخه روایت دی ویلي یې دي چې: «د هېچا لپاره نه ښایي چې د الله تعالی پرده باندې تجاوز وکړي، وویل شو: د الله تعالی په پرده څرنګه تجاوز کېدلی شي؟ هغه وویل: یو سړی ګناه کوي او الله تعالی د هغه ستر او پرده کوي، بیا دغه سړی هغه د خلکو په منځ کې خپروي».
آیا پرده نه کوې؟
الله تعالی خوښ ګڼي چې موږ د هغه د نومونو سره سم عمل وکړو، ځکه چې هغه سخاوتمند دی او سخاوت خوښوي، ډېر پرده اچونکی دی او پرده اچول خوښوي. هغه موږ ته د الله تعالی په بندګانو باندې د پردې اچولو امر کړی، او دا چې د هغوی ستر او پرده باندې تېری ونشي او د هغوی عیبونه و نه څېړل شي، د امام احمد په مسند کې راغلي دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الإِيمَانُ قَلْبَهُ! لَا تَغْتَابُوْا المُسْلِمِينَ، وَلَا تَتَّبِعُوْا عَوْرَاتِهِمْ؛ فَإِنَّهُ مَنْ يَتَّبِعْ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعِ اللهُ عَوْرَتَهُ، وَمَنْ يَتَّبِعِ اللهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِي بَيْتِهِ» «اې هغه کسانو چې په ژبه یې ایمان راوړی خو زړونو ته یې ایمان نه دی داخل شوی! د مسلمانانو غیبت مه کوئ، او د هغوی عیبونه مه څېړئ؛ ځکه څوک چې د هغوی عیبونه څیړي، الله تعالی به یې عیبونه وڅېړي، او الله تعالی چې د چا عیبونه وڅېړي په کور کې یې رسوا کوي». [صحيح حدیث دی].
او په "صحیحینو" کې راغلي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «مَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ القِيَامَةِ»، «څوک چې د یو مسلمان ستر او پرده وکړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه ستر او پرده وکړي»، او پدې کې هغه څه شامل دي چې په ټولنېزو رسنیو (سوشل مېډیا) کې راځي د منکراتو، فحشا او یا تېروتنو څخه؛ نو څوک چې د ستر او پرده اچولو اراده وکړي او نشر یې نه کړي، الله تعالی به د هغه ستر او پرده وکړي.
غوره خبرې (نکتې) ..
- ستر او پرده حتا د پیریانو له سترګو څخه هم کېدلی شي؛ له علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سَتْرُ مَا بَيْنَ أَعْيُنِ الجِنِّ وَعَوْرَاتِ بَنِي آدَمَ إِذَا دَخَلَ أَحَدُهُمُ الخَلاَءَ: أَنْ يَقُولَ: بِسْمِ اللهِ» «د پېريانو د سترګو او د انسان د شرمګاه په منځ کې پرده دا ده چې کله تشناب ته ننوځي نو : بسم الله» ووایي. [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
- د (الستير) او (الستار) تر منځ توپیر: دواړه په ستر او پرده کې مبالغه کولو باندې دلالت کوي؛ ځکه چې الله تعالی د خپلو بندګانو ډېر ستر او پرده کوي، مګر د الله تعالی نومونه توقیفي دي؛ په هغه کې د عقل لپاره ځای نشته، نو موږ الله تعالی نه نوموو مګر په هغه نوم چې هغه پرې خپل ځان یاد کړی وي او یا د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یاد کړی وي.
او په سنتو کې راغلی لفظ دا دی: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ» «الله تعالی ډېر حیا کوونکی او ډېر پرده اچونکی دی». [صحيح حدیث دی. ابو داود روایت کړی].
اې هغه ذاته چې پر ما ښکلی ستر او پرده لرې
که زه تاته عذر وړاندې کړم نو قبول به شي
زما ملاتړ دې کړی او په ما دې رحم کړی او په ما دې پرده اچولې
د سخاوت له مخې، ځکه چې ته د هغه چا ضامن او کفیل یې چې تا غواړي
نافرماني مې وکړه بیا مې ستا عفوه او بخښنه پراخه ولیدله
او پر ما تل ستا پرده غوړېدلې ده
په ستاینه کې ټولې ستاینې او حمدونه ستا لپاره دي
اې هغه ذات چې غوښتل کیږي او بلل کیږي
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه چې سهار او ماښام به یې ویل: «اللَّهُمَّ! اسْتُرْ عَوْرَاتِي، وَآمِنْ رَوْعَاتِي» «اې الله! زما په عیبونو پرده واچوه، او زما وحشتونه او وېرې په امن بدلې کړه». [صحيح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی]، پدې معنا چې: زما په عیبونو، نیمګړتیاوو او هر هغه څه باندې پرده واچوه چې د هغه ښکاره کېدل ما غمجن کوي.
اې الله! زموږ عیبونو باندې پرده واچوه، زموږ وحشتونه او وېرې په امن بدلې کړه، زموږ ګناهونه معاف کړه، زموږ عملونه او ژوند په نیکو عملونو پای ته ورسوه، موږ او زموږ مور او پلار او ټولو مؤمنانو ته بخښنه وکړه.
پاک او منزه ذات (جل جلاله)
په صحیح مسلم کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ المُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ المُرْسَلِينَ؛ فَقَالَ: «اې خلکو! الله تعالی پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و؛ نو فرمایلي یې دي: (يَٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُواْ مِنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَٱعۡمَلُواْ صَٰلِحًاۖ إِنِّي بِمَا تَعۡمَلُونَ عَلِيمٞ) (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم). [المؤمنون سورت:51 ایت] او فرمایي: (يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡ وَٱشۡكُرُواْ لِلَّهِ إِن كُنتُمۡ إِيَّاهُ تَعۡبُدُونَ) (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغه عبادت كوئ). [البقرة سورت:172 ایت]».
بیا یې یادونه وکړه چې: «الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ، أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ: يَا رَبِّ.. يَا رَبِّ! وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْـرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِيَ بِالحَرَامِ؛ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ؟! ». «یو سړی به اوږدې مودې لپاره سفر کوي، سر او ځان به یې ګډوډ او په دوړو وي، خپل لاسونه به اسمان ته پورته کوي: (وایي به) اې ربه، اې ربه! خو خوراک به یې حرام وي، او څښاک به یې حرام وي، او جامې به یې حرامې وي، او په حرامو به تغذیه (لوي) شوی وي؛ نو څنګه به د هغه غوښتنې قبولې شي؟! ».
غوره معناوې..
نو زموږ رب له ټولو عیبونو او نیمګړتیاو څخه پاک دی، له هر ډول آفت، شر او بدۍ څخه پاک دی؛ له ټولو اړخونو څخه د هغه د کمال او عظمت په خاطر.
او زموږ رب د هر هغه بیان څخه پاک دی چې له کمال څخه بې برخې وي یا د ښه تعریف او ستاینې څخه بې برخې وي؛ په هر حال او حالت کې.
او زموږ رب جل جلاله په خپل ذات کې پاک دی؛ او دا ترټولو کامل ذات دی، چې د لوړ او خورا بشپړ صفاتو څخه برخمن دی.
او د هغه سبحانه و تعالی په نومونو کې پاکي شتون لري، ځکه چې د ښه معنا، او د خورا غوره دلالاتو څرګندونه کوي.
او هغه جل جلاله په خپلو اعمالو کې پاک دی؛ ځکه چې هغه خورا حق او سم دی، او هغه یو کار نه ترسره کوي مګر دا چې خورا بشپړ، غوره، او پاک وي.
او هغه جل جلاله په خپلو خبرو کې پاک، په خبرونو کې ریښتینی، او په اوامرو او منع کولو کې عدل کوونکی دی.
او هغه جل جلاله په خپلو تقدیري احکامو کې پاک دی، ځکه چې هغه له شر څخه منزه دی؛ «وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ» «او شر ستا لپاره ندی». [مسلم روایت کړی].
او هغه په خپل شرعي حکمونو کې پاک دی؛ ځکه چې په دې کې د بندګانو ګټې شاملې دي.
او هغه د جزا په احکامو کې پاک دی؛ ځکه چې هغه په دنیا او آخرت کې په خپل عدل، انصاف او فضل سره حکم کوي.
او الله جل جلاله جنت یې د مؤمنانو لپاره پاک ګرځولی؛ هغه یې په زړه پورې خوشبو ګرځولی، (وَيُدۡخِلُهُمُ ٱلۡجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمۡ) (او دوى به جنت ته داخل كړي چې هغه يې دوى ته ورښودلى دى) [محمد سورت:6 ایت].
نو که الله جل جلاله په مطلق ډول سره پاک وي؛ نو هغه هېڅ عملونه او خبرې نه قبلوي مګر هغه څه چې په پاکۍ باندې تعریف شوی وي؛ (إِلَيۡهِ يَصۡعَدُ ٱلۡكَلِمُ ٱلطَّيِّبُ وَٱلۡعَمَلُ ٱلصَّٰلِحُ يَرۡفَعُهُۥۚ) (همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېک عمل دغه (كلمات) پورته كوي). [فاطر سورت: 10 ایت] (يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا كَسَبۡتُمۡ) (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي) [البقرة سورت: 267 ایت].
په بخاري کې راغلي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْـرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ؛ وَلَا يَقْبَلُ اللهُ إِلا الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِا كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ؛ حَتَّى تكُوْنَ مِثْلَ الجَبَلِ». «څوک چې د یوې کجورې (خرما) په اندازه له پاک مال څخه صدقه ورکړي؛ او الله تعالی هېڅ شی نه قبلوي مګر پاک شي، او الله تعالی هغه په خپل ښي لاس قبلوي، بيا يې د خپل صاحب لپاره پالي لکه څرنګه چې له ستاسو څخه يو څوک د خپل اس د بچي پالنه کوي؛ آن تر دې چې د غره په څېر لوی شي».
پاک خلک
مومن په مکمل ډول پاک دی: د هغه زړه، ژبه او بدن؛ دا ځکه چې د هغه په زړه کې ایمان ځای لري، او د هغه په ژبه کې د ذکر په واسطه ښکاري، او نیک عملونه د هغه په غړو (اندامونو) کې څرګندیږي؛ کوم چې د ایمان میوه ده، ځکه نو؛ الله تعالی د نیکو خلکو لپاره د خپلو غوره نومونو څخه یو نوم اخیستی او د خپلو ځانکړتیاوو څخه یې یو صفت را اخېستی، نو الله تعالی فرمايي: (وَٱلطَّيِّبَٰتُ لِلطَّيِّبِينَ وَٱلطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَٰتِۚ) (او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاک سړي د پاكو ښځو لپاره دي). [النور سورت:26 ایت].
او خپلو پاکو اولیاوو ته یې هدایت وکړ: (وَهُدُوٓاْ إِلَى ٱلطَّيِّبِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ وَهُدُوٓاْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡحَمِيدِ) (او هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو).
[الحج سورت:24 ایت].
نو مؤمن پاک وي، د ښو اخلاقو خاوند وي، د احمقانو له حماقت څخه نه متاثره کیږي، خپل سخاوت د بخیلو د بخل لپاره نه پرېږدي، د خپلو ملګرو خیانت په وفادارۍ سره ځوابوي، که بد کارۍ سره مخامخ شي نو حیا غوره کوي، کله چې خلک له ورکړې څخه لاسونه واخلي هغه خپل لاس خلکو ته اوږدوي، مهربان او صبر کوونکی وي او د جاهلانو بې غورۍ ته توجه نکوي، امانتدار وي کله چې خیانت کوونکي ډېر شي، او کله چې خیرخواهان لږ وي، هغه خیر خواه وي، او کله چې درواغجن ډېر شي، هغه یو له رښتینو کسانو څخه وي، په هغه کې اصل: ښه اخلاق، او پاک حالت وي؛ لکه د کجورې ونې په څېر.
له حقد څخه د کجورې ونې په شان لوړ اوسه چې ډبرې باندې ویشتل کیږي خو هغه غوره میوه ورته غورځوي
نو ځکه کله چې مؤمن په دې دنیا کې پاک وي؛ الله تعالی به هغه ته د پاکانو کور ته په داخلولو سره عزت ورکړي: (سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمُ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡجَنَّةَ بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ) (پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول). [النحل سورت:32 ایت]
(وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَمَسَٰكِنَ طَيِّبَةٗ فِي جَنَّٰتِ عَدۡنٖۚ وَرِضۡوَٰن مِّنَ ٱللَّهِ أَكۡبَرُۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ) (الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ویالې بهېږي، چې دوی به په هغو كې همېشه وي او د داسې پاكیزه اوسېدو ځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده). [التوبة سورت:72 ایت].
اې الله! موږ د خپلو پاکو بندګانو په ډله کې وشمېره، هغه کسان چې ورته ویل کیږي به: (ٱدۡخُلُواْ ٱلۡجَنَّةَ لَا خَوۡفٌ عَلَيۡكُمۡ وَلَآ أَنتُمۡ تَحۡزَنُونَ) ( تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ). [الأعراف سورت:49 ایت]، او موږ له تا څخه د ګټور علم، پاکې روزئ، او د نېکو اعمالو غوښتنه کوو.
وتر او تنها ذات جل جلاله
ابن القیم رحمه الله فرمایي: «کله چې خلک په دنیا بسیا شي، نو ته په الله تعالی بسیا شه، او که هغوی په دنیا خوشحاله شي، نو ته په الله تعالی خوشحاله شه، او که چېرته هغوی خپلو عزیزانو سره انس او محبت کوي، نو ته الله سره انس او محبت غوره کړه، او که هغوی له خپلو پاچاهانو او مشرانو سره اشنا شي ترڅو د هغوی له لارې عزت او سرلوړي ترلاسه کړي، نو ته الله تعالی سره تعرّف او شناخت پیدا کړه، او هغه سره د مینې له لارې ځان نږدې کړه، په دې توګه به له شک پرته جلال او لوړوالی ترلاسه کړې».
او ابو سلیمان وایي: «مبارکي دې وي هغه چا ته چې یو ګام د الله تعالی د رضا لپاره پورته کوي». "مبارک دی هغه څوک چې یو ګام د سپېڅلي ذات الله لپاره پورته کوي او له له پرته یې د بل چا خوښي مراد نه وي."
نو تلپاتې باغونو ته ودرومئ، ځکه چې هغه
زموږ لومړني کورونه دي چې په هغې کې مېشت کېږو
او د هغې باغیچو او خېمو ته ودرومئ
او داسې ژوند ته ودرومئ چې په هغې کې ستړیا نشته
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لِـلَّـهِ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ اسْمًا؛ مَنْ حَفِظَهَا دَخَلَ الجَنَّةَ، وَإِنَّ اللهَ: وِتْرٌ، يُحِبُّ الوِتْرَ» «د الله تعالی نهه نوي نومونه دي؛ څوک چې هغه حفظ کړي جنت ته به داخل شي، او الله تعالی: وتر (تنها) دی، او تنهایي خوښوي». [بخاري او مسلم روایت کړي دي - او دا د هغه لفظ دی -].
نو زموږ رب جل و علا چې طاق دی؛ هېڅ شریک یا مثیل نلري، بلکې هغه واحد رب او بې نیازه (بې حاجته) دى؛ نه يې (څوک) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى، او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته.
او زموږ رب عزوجل په خپل ذات کې د کمال او د عظمت په صفاتو کې بې ساري دی.
او هغه جل جلاله په خپل ربوبیت او الوهیت سره یوازې او تنها دی، او په خپلو صفتونو او عملونو کې هېڅ مثیل، ورته والی، نظیر، او مثل نلري؛ په ټولو برخو کې د هغه جل جلاله د بشپړتیا له کبله. (لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت:11 ایت]، (وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ) (او د ده هېڅوک سیال (او) برابر نشته). [الإخلاص سورت:4 ایت] (هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيّٗا) (ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!) [مريم سورت: 65 ایت]، (فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ) نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ). [البقرة سورت:22 ایت].
اقرار ..
نو څوک چې دا ومني او اقرار وکړي؛ د الله تعالی په وړاندې به عاجزي او تسلیمي غوره کړي، او یوازي الله تعالی سره به مینه وکړي، او یوازې له هغه څخه به امید ولري، او یوازې پر هغه به توکل کوي، او یوازې هغه ته به رجوع کوي، او د هغه عبادت په اخلاص سره کوي، نو الله تعالی موږ نه یو پیدا کړي مګر ددې شیانو لپاره: (وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ ) (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [الذاريات سورت:56 ایت]، او هغه: د الله تعالی یوازېوالی په عبادت کې دی.
هغه وتر (طاق) دی:
او له هغه څخه پرته ټول جفت (جوړه) دي؛ او له مخلوق څخه دي، او دا د ازدواج څخه پرته نه سمیږي او استقرار نه مومي : (وَمِن كُلِّ شَيۡءٍ خَلَقۡنَا زَوۡجَيۡنِ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ) (او له هر څېز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ). [الذاريات سورت: 49 ایت]، او دا ځکه چې خلک یو بل ته اړتیا لري؛ (وَرَفَعۡنَا بَعۡضَهُمۡ فَوۡقَ بَعۡضٖ دَرَجَٰتٖ) (او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي). [الزخرف سورت:32 ایت].
ستا زړه ..
او کېدای شي چې دوی پر مخلوق تکیه وکړي او خالق هېر کړي، او د هغوی مینه له مخلوق سره تر دې حده ورسیږي چې الله تعالی سره یې لري او یا له هغه څخه هم ډېر؛ تر دې چې زړونه له خالق څخه مخلوق ته وګرځي! (وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَندَادٗا يُحِبُّونَهُمۡ كَحُبِّ ٱللَّهِۖ) (او په خلکو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوی سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان). [البقرة سورت:165 ایت].
زړونه د هغه چا سره مینه کوي چې له هغې سره یې ښه کړي وي، او ددې لارې څخه شیطان عبور کوي.
نو دلته؛ الله تعالی مخلوق ته خبرداری ورکړی چې شرک کې واقع نشي! - لکه د هغه چا په شان چې محبوب خپل رب او یا شفاعت کوونکی ونیسي؛ نو الله تعالی فرمايي: (فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ) (نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ). [البقرة سورت 22 ایت]، الله عزوجل فرمایي: (أَمِ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُفَعَآءَۚ قُلۡ أَوَلَوۡ كَانُواْ لَا يَمۡلِكُونَ شَيۡـٔٗا وَلَا يَعۡقِلُونَ) (بلكې ایا دوی له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوی ته) ووایه: ایا (دوی به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري) [الزمر سورت:43 ایت].
او د هغه تعالی دغه قول: (قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ) (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى). [الإخلاص سورت:1 ایت] دلته قاعده عملي کیږي چې: ایمان ظاهري او باطني بڼه لري، او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته دغه قاعده بیانوي: «او هغه: وتر (تنها) دی، وتر خوښوي». یعنې: الله تعالی یو دی، هېڅ شریک نلري او هېڅ سیال نلري.
نښانې
د هغه تعالی مينه له وتر سره څرګندېږي - کوم چې: توحید دی - په ډېری قولي او فعلي عبادتونو کې څرګند دي؛ فرض لمونځونه: پنځه، او د شپې لمونځ (تهجد) پای یې وتر (تاق)، او غسل: وتر (تاق)، او د پاکوالي عددونه: وتر (تاق)، او مړو ته کفن ورکول: وتر (تاق)، او د فرضي لمونځو وروسته استغفار ویل: وتر (تاق)، او همدارنګه نور ډېر اذکار.
او رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو ټولو چارو کې وتر (تاق) مراعتول؛ له هغه صلی الله علیه وسلم څخه د سهار پیلول په اوو کجورو سره ثابت شوي دي، او همدارنګه د اوبو څښل په درې ساګانو باندې.
او د الله تعالی مينه له وتر (تاق) څخه: دا ده چې هغه تعالی ځان لپاره نهه نوي ښکلي نومونه ځانګړي کړي دي، دا چې څوک يې حفظ کړي جنت ته به داخل شي.
اې زما ربه، ما خپل امیدونه تاته متوجه کړي
زما دعا واوره او زما په کمزوري حال باندې رحم وکړه
ما هغه چا ته مه سپاره چې ما باندې خیال نشي ساتلی
ته زما کفیل شه، ځکه ته کافي کفالت کوونکی یې
اې الله! موږ ستا په وتر (تاق) نوم باندې غوښتنه کوو چې: موږ جنت ته داخل کړه، او له جهنم څخه مو وساته.
کفیل او ضامن جل جلاله
په صحیح بخاري کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رَجُلًا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ سَأَلَ بَعْضَ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنْ يُسْلِفَهُ أَلْفَ دِينَارٍ، فَقَالَ: ائْتِنِي بِالشُّهَدَاءِ أُشْهِدُهُمْ، فَقَالَ: كَفَى بِاللهِ شَهِيدًا! قَالَ: فَأْتِنِي بِالكَفِيلِ، قَالَ: كَفَى بِاللهِ كَفِيلًا! قَالَ: صَدَقْتَ، فَدَفَعَهَا إِلَيْهِ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى، فَخَرَجَ فِي البَحْرِ فَقَضَى حَاجَتَهُ، ثُمَّ التَمَسَ مَرْكِبًا يَرْكَبُهَا يَقْدَمُ عَلَيْهِ لِلْأَجَلِ الَّذِي أَجَّلَهُ؛ فَلَمْ يَجِدْ مَرْكِبًا، فَأَخَذَ خَشَبَةً فَنَقَرَهَا، فَأَدْخَلَ فِيهَا أَلْفَ دِينَارٍ وَصَحِيفَةً مِنْهُ إِلَى صَاحِبِهِ، ثُمَّ زَجَّجَ مَوْضِعَهَا، ثُمَّ أَتَى بِهَا إِلَى البَحْرِ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ! إِنَّكَ تَعْلَمُ أَنِّي كُنْتُ تَسَلَّفْتُ فُلاَنًا أَلْفَ دِينَارٍ، فَسَأَلَنِي كَفِيلاَ، فَقُلْتُ: كَفَى بِاللهِ كَفِيلًا! فَرَضِيَ بِكَ، وَسَأَلَنِي شَهِيدًا، فَقُلْتُ: كَفَى بِاللهِ شَهِيدًا! فَرَضِيَ بِكَ، وَأَنِّي جَهَدْتُ أَنْ أَجِدَ مَرْكِبًا أَبْعَثُ إِلَيْهِ الَّذِي لَهُ فَلَمْ أَقْدِرْ، وَإِنِّي أَسْتَوْدِعُكَهَا، فَرَمَى بِهَا فِي البَحْرِ حَتَّى وَلَجتْ فِيهِ . ثُمَّ انْصَرَفَ وَهُوَ فِي ذَلِكَ يَلْتَمِسُ مَرْكِبًا يَخْرُجُ إِلَى بَلَدِهِ، فَخَرَجَ الرَّجُلُ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ؛ يَنْظُرُ لَعَلَّ مَرْكِبًا قَدْ جَاءَ بِمَالِهِ، فَإِذَا بِالخَشَبَةِ الَّتِي فِيهَا المَالُ، فَأَخَذَهَا لِأَهْلِهِ حَطَبًا، فَلَمَّا نَشَرَهَا وَجَدَ المَالَ وَالصَّحِيفَةَ، ثُمَّ قَدِمَ الَّذِي كَانَ أَسْلَفَهُ، فَأَتَى بِالأَلْفِ دِينَارٍ؛ فَقَالَ: وَاللهِ! مَا زِلْتُ جَاهِدًا فِي طَلَبِ مَرْكِبٍ لِآتِيَكَ بِمَالِكَ، فَمَا وَجَدْتُ مَرْكِبًا قَبْلَ الَّذِي أَتَيْتُ فِيهِ، قَالَ: هَلْ كُنْتَ بَعَثْتَ إِلَيَّ بِشَيْءٍ؟ قَالَ: أُخْبِرُكَ أَنِّي لَمْ أَجِدْ مَرْكِبًا قَبْلَ الَّذِي جِئْتُ فِيهِ، قَالَ: فَإِنَّ اللهَ قَدْ أَدَّى عَنْكَ الَّذِي بَعَثْتَ فِي الخَشَبَةِ، فَانْصَـرِفْ بِالأَلْفِ دِينَارٍ رَاشِدًا». «د بني اسرائيلو يوه سړي له بني اسرائيلو څخه وغوښتل چي زر ديناره قرض ورکړي، هغه وويل: ګواهان را ته راوله چي زه يې ګواهان ونیسم، هغه وويل: د ګواهۍ لپاره الله کافي دی! ويې ويل: ماته ضامن او کفیل راوله، ويې ويل: د ضمانت لپاره الله کافي دی! ويې ويل: ته ريښتیا وایي، نو هغه ته يې د ټاکلي وخت لپاره قرض ورکړ، بيا د سمندر خوا ته لاړ او خپل ضرورت يې پوره کړ، بيا د مرکب (کښتۍ) په لټه کې شو، تر څو د ټاکلې نېټې لپاره ځان ورسوي، مګر مرکب (کښتۍ) يې ونه موندله، نو د لرګي يوه ټوټه يې راواخيسته او هغه یې سوری کړ او په هغې کې يې زر ديناره کېښودل، سربېره پر دې یې خپل ملګري ته یو خط پکې دننه کېښود، بيا يې هغه سوری بند کړ، بیا یې سیند ته راوړ، او ويې ويل: اې الله! ته پوهیږې چې ما له فلانکې څخه زر دیناره پور اخیستی و، هغه له ما څخه ضامن وغوښت، ما وویل: الله تعالی د ضمانت لپاره کافي دی! هغه ستا په ضمانت راضي شو، او له ما څخه یې د ګواه غوښتنه وکړه، نو ما وویل: د ګواهۍ لپاره الله کافي دی! هغه ستا په ګواهۍ باندې راضي شو، او ما ډېره هڅه وكړه چې يوه كښتۍ پيدا كړم تر څو هغه پور یې بېرته ولېږم، خو ونه توانېدم او زه دا تا ته سپارم، نو هغه يې په بحر كې وغورځاوه، تر دې چې بحر كې ننوتله. بيا هغه روان شو په داسې حال کې چې هغه د کښتۍ په لټه کې و چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شي، نو هغه سړی چې پور یې ورکړی و بېرون ووتلو، ګواکې کومې کښتۍ د هغه مال راوړی وي، هغه لرګی یې وموند چې پکې پیسې وې، نو هغه یې د خپلې کورنۍ لپاره د سوځولو لپاره واخیست، او کله یې چې خلاص کړ، مال او ورقه یې وموندل، بیا هغه سړی راغی چې پور یې اخیستی و، او زر دينار يې له ځانه سره راوړل؛ بیا یې وویل: په الله قسم! ما تر دې دمه هڅه کوله چې یوه کښتۍ پیدا کړم ترڅو ستا مال درته راوړم، نو کومې کښتۍ کې چې راغلم له هغې څخه مخکې ما کېښتۍ ونه موندله، هغه وویل: ایا تا ماته څه لېږلي و؟ ويې ويل: زه درته دا ویل غواړم چې کومې کېښتۍ کې چې راغلم له هغې څخه مخکې ما کېښتۍ ونه موندله، هغه وویل: الله تعالی د هغې څه په ذریعه ستا پور ادا کړ چې تا په لرګي کې رالېږلي و، نو ته له زر دینار سره بېرته بریالی وګرځه». (وَقَدۡ جَعَلۡتُمُ ٱللَّهَ عَلَيۡكُمۡ كَفِيلًاۚ) (او حال دا چې تاسو الله پر خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى) [النحل سورت:91 ایت].
او کفیل په لغت کې: ضامن او مسؤول ته وایي.
او زموږ رب عزوجل د مخلوقاتو د چارو مسؤول دی، د هغوی د رزق او روزۍ ضمانت کوي، هغوی ته ګټه رسوي، او له هغوی څخه ضرر لرې کوي.
او ضمانت په دوه ډوله دي:
لومړی عمومي ضمانت:
دا د اسمانونو او ځمکې د ټولو مخلوقاتو لپاره؛ ضمانت او ساتنه، حمایت او مرسته، او هر ډول رزق او روزي، په هر وخت کې ده.
نا شونې ده چې رزق ورکړل شوی خپل ځان لپاره رزق چمتو کړي؛ مګر دا الله تعالی دی چې انسانانو، څارویو او جنین ته د خپلو مېندو په ګېډو کې روزي ورکوي، او مرغان له خپلو ځالو څخه وږي راوځي او بېرته خپلو ځالو ته په ډکو خېټو ګرځي، او همدا راز په دښتو کې حشرات او ځناورو ته روزي ورکوي.
ما ستا مسولیت پر غاړه واخیسته کله چې ته
ته د خپلې مور په ګېډه کې جنین وې
او ستا لپاره مې ستا مور مهربانه وګرځوله
د دردونو سربېره یې ته په خپل غېږ کې اخیستی وي
زه هغه څوک یم چې ستا
پرېشاني او غم کفالت کوم
نو پورته شه له موږ څخه وغواړه
ستا چارو کې به ستا لاس ونیسم
دویم خاص ضمانت:
او دا د هغه اولیاوو او دوستانو لپاره دی چې د هغه ضمانت باندې راضي دي، نو د دوی په ټولو دنیوي او شرعي، ظاهري او باطني چارو کې ضمانت کوي.
هغه لوی ذات د هغوی د ګمان مطابق هغوی سره تعامل کوي، نو هغه د دوی سرپرستي او ساتنه کوي، داسې کفالت چې د هغه مقابل کې څوک مقاومت نشي کولی او هغه لره ضرر هم نشي رسولی.
هر څه چې تا غمجنوي هغه (الله) تا ته بسنه کوي ...
زموږ څښتن جل و علا ضامن دی، او هغه پر هر څه قادر دی، ستا سرپرستي کوي، ستا ټولې ستونزې حل کوي، ستا ټول دردونه په روغتیا اړوي، ستا ټول ارمانونه په حقیقت بدلوي، ستا وېره په امنیت بدلوي، او ستا ټولې اوښکې په موسکا بدلوي؛ نو ځان دې له کمزورۍ، اندیښنو، تشویشونو، خفګانونو او سستوالي څخه خلاص کړه، او کفایت کوونکي ذات ته یې وسپاره.
له خپل ځواک، سلطې او قوت څخه بې زاره یم او زه خپل مولا ته ډېر اړمن یم
كه په انسان باندې آفتونه راشي، او ناخوالي ورباندې راشي، او دروازې يې پر مخ وتړلې شي، او ځمكه ورباندې تنګه شي، او غمونه ورباندې زيات شي، او مخلوق سره هېڅ پناهګاه او پټنځاى و نه مومي..
دلته ده چې مصیبت ځپلی الله تعالی ته رجوع کوي، او مصیبت ځپلی له هغه څخه مرسته غواړي، کاینات ورته اړمن شي، مخلوقات د هغه څخه سوال او غوښتنې کوي، ژبې د هغه ډېر ذکر کوي، زړونه هغه لره اشتیاق پیدا کوي، او توکل کوونکي هغه باندې توکل کوي، مجاهدین هغه باندې اعتماد او تکیه کوي، او الله تعالی د خپل ضامن په توګه نیسي؛ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي: «تَكَفَّلَ اللهُ لمَنْ جَاهَدَ فِي سَبِيلِهِ، لَا يُخْرِجُهُ إِلَّا الجِهَادُ فِي سَبِيلِهِ، وَتَصْدِيقُ كَلِمَاتِهِ بِأَنْ يُدْخِلَهُ الجَنَّةَ، أَوْ يَرْجِعَهُ إِلَى مَسْكَنِهِ الَّذِي خَرَجَ مِنْهُ، مَعَ مَا نَالَ مِنْ أَجْرٍ أَوْ غَنِيمَةٍ» «الله جل جلاله د هغو کسانو ضمانت کوي چې د هغه په لار کې جهاد کوي، او هغه له کور څخه نه باسي مګر د الله تعالی په لار کې جهاد کول، او د هغه په خبرو باندې باور کوي چې هغه به جنت ته داخلوي، یا یې بېرته خپل کور ته ستنوي چې له هغه څخه وتلی و، سره له هغه اجر یا غنیمت څخه چې ترلاسه کړی یې دی». [بخاري او مسلم روایت کړي].
هرڅوک غواړي چې د الله تعالی په ځانګړي کفالت کې پاتي شي؛ دا د پیغمبرانو او صالحانو ریښتیا ویوونکو مقام دی چې په هغه توکل لري، الله تعالی باندې نیک ګمان لري؛ هغوی دې باندې پوه دي چې د دنیا او آخرت خوشحالي هغه وخت ترلاسه کیږي چې الله تعالی د خپلو عزیزانو او دوستانو کفالت وکړي.
نو دلته؛ د دوی لوږه په مړښت اوړي، او تنده یې ماته شي، بیداري یې په خوب، او ناروغي یې په روغتیا بدله شي، محبوس به یې خلاص شي، مسافر به یې بېرته راوګرځي، او غمونه یې پاي مومي؛ ځکه چې دوی د خپل رب په اړه نیک ګمان کوي؛ نو هغه یې خپل ضامن او استازی وټاکه؛ نو الله تعالی غوره حمایت او مرسته کوونکی دی.
نو موږ باندې څه شوي دي چې زړونه مو هغه ته نه یوازې کیږي؟! او موږ باندې څه شوي دي چې خپلو کارونو او اړتیاوو کې هغه باندې اعتماد نه کوو؟! نو موږ څومره د هغه ځواک او بډاینې ته اړمن یو، موږ لره ځواک نشته پرته د هغه له ځواک او توفیق څخه، موږ لره د ګناهونو څخه د ځان ساتنې او د نفس له بدیو څخه د مخنیوي بله لاره نشته مګر د هغه په واسطه، موږ یې کمزوري پیدا کړي یو، موږ ضعیف پیدا شوي یو، او کمزوري به مړ کیږو؛ (وَخُلِقَ ٱلۡإِنسَٰنُ ضَعِيفٗا) او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى. [النساء سورت:28 ایت].
د الله تعالی سره تړون..
او زموږ کفالت کوونکی رب جل جلاله: ډېر قدردان او ښکلی دی، مهربان، بډایه، او د ستاینې وړ دی، د پراخو ثوابونو مالک، او د خپلو مهربانو بندګانو سره مینه لري، او هغه خوښ ګڼي چې ته د هغه مخلوق سره عاجزي او مهرباني وکړې، او د خپلو وروڼو اندېښنې او غمونه لرې کړي، او واوره هغه څه چې په "صحيح البخاري" کې راغلي: دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «أَنَا وَكَافِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هَكَذَا» «زه او د یتیم پالونکی به په جنت کې داسې یو»، او په خپلو شهادت او منځنۍ ګوتو سره یې اشاره وکړه.
ابو قتاده؛ د خپل قرضدار څخه خپل قرض وغوښت، نو هغه ورڅخه ورک او پناه شو، بيا يې پيدا كړ، هغه ورته وويل: زه ناداره يم، هغه ورته وويل: په الله قسم؟! هغه وویل: په الله قسم!
هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُنْجِيَهُ اللهُ مِنْ كُرَبِ يَوْمَ القِيَامَةِ؛ فَلْيُنَفِّسْ عَنْ مُعْسِرٍ، أَوْ يَضَعْ عَنْهُ» «که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی هغه د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پریږدي». [مسلم روایت کړی].
او له هغه صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایل یې: «مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا؛ نَفَّسَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمَ القِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ؛ يَسَّرَ اللهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ» «څوک چې له مؤمن څخه د دنیا له غمونو څخه یو غم لرې کړي؛ الله تعالی به د قيامت د ورځې له سختيو څخه يو سختي له هغه څخه لرې کړي، او څوک چې نادار باندې اسانتيا راولي؛ الله تعالی به ورته په دنیا او آخرت کې اسانتیا راولي». [مسلم روایت کړی].
څوک چې نرمي کوي د برکت څېښتن کیږي او سختي کوونکی به تاوتریخوالی او ستونزو سره مخ شي او د الله تعالی په وړاندې نیکي ترټولو غوره پایله لري
او الله تعالی د نیکۍ کوونکي داسې مرستندوی دی چې ساری نلري تر ټولو ښه وینا کوونکی انسان ښه عمل کوونکی انسان دی وینا تر هغه وخته اعتبار نه لري تر څو چې عمل سم نه وي
اې الله! زموږ پالنه وکړه، او خپل جنت ته مو داخل کړه.
د الله تر ټولو ښکلي نومونو سره تم کیدل
او د هغه پوهه باید له کتاب او سنتو څخه اخیستل شوي وي، او هغه څه چې له صحابه وو او تابعینو څخه ثابت وي.
1- مؤمن خپله ټوله هڅه کوي چې الله -تبارک و تعالی- د هغه په نومونو، صفتونو او عملونو سره وپیژني؛ پرته له نفي، مثال، تغیر ورکولو، او څرګرنوالی څخه.
2- د الله – جل و علا- نومونه توقیفي دي، چې عقل لپاره په هغې کې ځای نشته، نو پدې اساس؛ لازمه ده چې په هغه څه بسنه وکړې چې کتاب او سنت کې راغلي وي؛ او په هغې کې زیاتی او کموالی را نه وستل شي.
3- او د الله ښکلي نومونه د شمېرنې لاندې نه راځي او شمېرلو پورې محدود نه دي؛ نو الله -سبحانه و تعالی- لره نومونه او صفتونه دي چې هغه یې د غیب په علم کې له ځانه سره ساتلي؛ د هغې په اړه نه هغه نږدې ملائکه او نه کوم رالیږلی شوی پیغمبر پوهه لري، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي: «..أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ؛ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوْ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الغَيْبِ عِنْدَكَ..» ".. ستا په ټولو هغو نومونو له تا څخه سوال کوم، چې تا پرې خپل ځان نومولی، او یا دې له خپلو بندګانو څخه چاته ښودلي دي، او یا دې په خپل کتاب کې رالېږلي دي، او یا دې په پټ علم کې له ځان سره ساتلي.. ". [صحیح حدیث دی. طبراني په معجم الکبیر کې روایت کړی"].
او د هغه – صلی الله علیه وسلم- پدې وینا چې فرمایی: «إِنَّ لِـلَّـهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا مِائَةً إِلَّا وَاحِدًا مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ» «الله لره نهه نوي نومونه دي، سل نومونه پرته له یوه څخه، هر چا چې یاد کړل جنت ته به داخل شي". [بخاري او مسلم روایت کړي]؛ او خبره یوه جمله ده.
او د هغه –صلی الله علیه وسلم- دا قول چې: «مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ» «هر چا چې یاد کړل جنت ته به داخل شي»: صفت دی، د راتلونکي لپاره خبر نه دی، او معنا یې داده چې: هغه لره ګڼ شمیر نومونه دي او معنا یې داده چې هر چا یاد کړل جنت ته به داخل شي.
او دا نه نفې کوي چې پرته له هغو څخه هغه لره نور نومونه هم شته، او دا هغه څه دي لکه څنګه چې ته ووایئ: " فلان کس لره سل غلامان دي چې دوی یې د جهاد لپاره چمتو کړي دي"، دغه خبره دا نه نفي کوي چې هغه لره ددې پرته نور غلامان نشته چې د جهاد پرته کار لپاره چمتو کړي وي، او په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف نشته.
او د هغه – صلی الله علیه وسلم- په قول کې : «مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ» "هر چا چې یاد کړل جنت ته به داخل شي" یعني: څوک چې هغه حفظ کړي، او هغې باندې ځان پوه کړي، او هغې باندې د الله -سبحانه و تعالی- ثنا او حمد ووایي، او دا درې مرتبې دي، نو چا ته چی د دې څخه یوه هم پیښ شي، سره له ښه نیت او د هغې په مقتضا عمل وشي؛ نو دغه کس واقعا دغه نومونه یاد کړي؛ لکه څرنګه چی قرطبي او الخطابي او ابن القيم – رحمهم الله- ويلي دي.
۴- او د الله – جل جلاله- ټول نومونه ښکلي دي، چې په څلورو برخو وېشل شوي دي:
لومړۍ برخه: د ښکلا نومونه:
او دا د بنده په نفس کې: د الله -سبحانه و تعالی- سره مینه، هغه سره د آرامتیا احساس، او د هغه ملاقات لپاره لیوالتیا او شوق ځای پر ځای کوي، او دغه نومونه د آرامتیا او ډاډ احساس ورکوي، او مخلوق لپاره د امید دروازه پرانیزي؛ نو د الله له رحمت څخه نه نا امیده کیږي، لکه: (الرحمن، الرحيم، الكريم، العفو، الحليم، الغفور، التواب)، او داسې نور.
دویمه برخه: د جلال او عزت نومونه:
او دا په نفس کې: هیبت، ویره، ډار، او د الله – عزوجل- څخه خوف، او د هغه تعظیم او عزت را منځته کوي.
او دا هغه نمونه دي: چې د جبر، ځواک، جبروت او لویۍ معنا لري؛ لكه دغه نومونه: (العزيز، والجبار، والقهار، والقوي، والكبير، والمتكبر).
دریمه برخه: د ربوبیت نومونه:
او دا هغه نومونه دي : چې مومن د هغې په مقابل کې د ذلت احساس کوي، او دا چې هغه د الله – عزوجل- مخلوق دی.
او دغه نومونه: د الله - عزوجل – ربوبیت باندې دلالت کوي؛ لکه (الرب، والسيد، والملك، والمالك، والخالق، والبارئ، والرازق).
څلورمه برخه: د الوهیت نومونه:
او دغه نومونه: مومن ته دا احساس ورکوي چی: هغه د الله – سبحانه و تعالی- بنده دی، او دا چې الله -عزوجل- یوازې د عبادت وړ دی.
او دا هغه نومونه دي: چې هغې کې د الوهیت معنا شتون لري؛ لکه: (الإله، والصمد).
دا د معنا په پام کې نیولو سره یوه تقسیم بندي ده، که نه د الله -عزوجل- نومونو کې ټوله ښکلا، عظمت، کمال او لویي یوځای شوې ده، او دا په غوره نوم سره مسما شوی او عالي وصف باندې دلالت کوي.
5- د دې نومونو څخه هر یو د الله لپاره د کمال د صفت ثبوت دی؛ له همدې امله دغه نومونه حسنی (ښکلي) دي، او د هغه- تبارک و تعالی- ټول صفتونه د کمال صفتونه دي، او د هغه ستاینې ټولې د عظمت ستاینې دي، او د هغه عملونه ټول د حکمت، رحمت، مصلحت او انصاف دي.
۶- د الله - عزوجل- په نومونو کې داسې نوم نشته چې په هغې کې بدي او شر وي، او یا نیمګړتیا باندې دلالت وکړي.
شر او بدي د هغه لپاره نه دي؛ او د هغه په صفتونو کې نه شاملیږي، او نه د هغه ذات پورې تړاو لري، او د هغه په هیڅ عمل کې نه داخلیږي؛ او د هغه هیڅ کړنو او وصف ته نه شاملیږي.
۷- الله -جل جلاله- خپلو بندګانو ته امر کړی چې په دې نومونو دعا وکړي: (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180]، پدې کې دا هم شامل دي: د عبادت دعا، او د غوښتنې دعا.
او دا د غوره طاعتونو، او نږدېوالي لوی سبب دی.
۸- د اسماء حسنی په شمیر کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه یو حدیث هم ثابت ندی.
او قاعده دا ده چې: "د الله -سبحانه وتعالی- پاک نومونه له کتاب او سنتو څخه باید واخیستل شي".
۹- دویمه ګڼه د الله د نهه نوي نومونو په تشریح باندې متمرکزه ده لکه څنګه چې د شیخ محمد بن صالح بن العثیمین، او ډاکټر عمر سلیمان الاشقر، او شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز -رحمهم الله- لخوا موافقه شوې ده، او یا دا چې د دریو څخه د دوو لخوا موافقه شوي وي.
او په پای کې ..
د الله -سبحانه و تعالی- ستاینه ادا کوم چې دې کتاب د مطالبو په راټولولو کې یې ما ته توفیق راکړ؛ او د الله –عزوجل- څخه غواړم چې زما څخه یې قبول کړي، او ټولو بندګانو ته یې ګټه ورسوي.
وصلَّى الله وسلَّم وبارك على نبيِّنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
والحـمــدُ للَّهِ ربِّ الـعـالَـمـين
تدقیق او بیا کتنه هر یو، استاذ محمد عبدالعظیم او استاذ محمد عبداللطیف له خوا ترسره شوې، ټایپ کول او لیکل د معاذ رزق لخوا شوي، او تنظیمول د استاذ احمد کشوقه لخوا ترسره شوي، الله دې دوی ټولو ته توفیق ورکړي.
*د لیکوال لنډه پیژندنه:
عبدالله بن مشبب بن مسفر القحطاني چې په ۱۳۷۸ هجري لمریز کال کې په رحیمه کې زیږیدلی، په اسلامي فقه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی، متقاعد تعلیمي لارښود دی، د ابو بکر الصدیق -رضی الله عنه- په جومات کې امام او خطیب دی، د سعودي عربستان په دمام ښار کې.