د حج طریقه
د فضیلة الشیخ علامة الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي. الحمد لله رب العالمين، وأصلي وأسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين، وبعد: نو زه خپلو ورونو ته د حج د وخت د رارسېدو په مناسبت یو څه اسانه او لنډې خبرې وړاندې کول غواړم، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله څخه هيله لرم د ټولو عمل خاص د خپلې رضا لپاره، ګټور او نږدې کوونکی وګرځوي؛ بېشكه هغه ډېر سخي او عزتمند ذات دى.
These files are generated automatically from the book's text; their layout may differ from the printed edition.
د حج طریقه
د فضیلة الشیخ علامة
محمّد بن صالحٍ العثيمين په قلم
الله دې هغه، د هغه مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي.
الحمد لله رب العالمين، وأصلي وأسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين، وبعد:
نو زه خپلو ورونو ته د حج د وخت د رارسېدو په مناسبت یو څه اسانه او لنډې خبرې وړاندې کول غواړم، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله څخه هيله لرم د ټولو عمل خاص د خپلې رضا لپاره، ګټور او نږدې کوونکی وګرځوي؛ بېشكه هغه ډېر سخي او عزتمند ذات دى.
د حج په اړه د وینا لنډیز په لاندې ډول دی:
۱- د سفر اړوند احكام.
۲- حج کله فرض شوی؟ او پر چا فرض دی؟
۳- د حج او عمرې نيت کوونکی له کوم ځای څخه نیت او احرام تړي؟
۴- د حج ډولونه، او غوره یو يې.
۵- د تمتع حج لنډه طریقه، د عمرې له احرام څخه د حج تر پایه.
۶- د الوداع یا خدای پامانۍ طواف.
۷- د احرام ممنوعات.
۸- د ممنوعاتو د ترسره کوونکي حکم.
۹- د نبوي جومات زیارت.
د سفر اړوند احكام
دا چې د حج لپاره سفر اړین دی، بلکې حج په خپله سفر دی، نو دلته د سفر په اړه ځينې احكامو ته اشاره کول اړین و، نو د سفر اړوند ځينې ځانګړي احكام دي، چې مهم یې د لمونځ په اړه دی، چې په لاندې ډول دی:
(الف) د طهارت په اړه:
نو مسافر لپاره اړینه ده چې د اودس او غسل لپاره اوبه وکاروي -که هغه ومومي-؛ که هغه ونه مومي، نو پاکې خاورې باندې دې تيمم وکړي، او هغې باندې دې خپل مخ او لاسونه مسح کړي، په دې توګه چې ځمکې ته به يوه ضربه ورکړي او بیا به پرې خپل ټول مخ او د لاسونو د ګوتو له څوکو څخه تر مړوندونو پورې مسح کړي، کوم چې د پنجې او مټ تر منځ بند دی.
نو په دې سره به په بشپړ ډول پاک شي او دا پاکوالی یې یوازې د هغه څه له امله باطلیږي چې په اوبو سره حاصل شوی طهارت پرې باطلیږي، او یا د اوبو په شتون سره، نو کله یې چې د ماسپښین د لمانځه لپاره تیمم وکړ او تر مازدیګره په خپل پاکوالي کې پاتې شو، نو د مازدیګر لمونځ له تیمم پرته کوي، همدارنګه که هغه د ماښام او ماخوستن لمونځونو پورې په پاکوالي کې پاتې شي، نو د ماښام او ماخوستن لمونځونه دې پرته له تیمم څخه ادا کړي.
که مسافر جنب شي، او اوبه ونه مومي تيمم کوي، په همدې توګه یې جنابت له منځه ځي، کله یې چې اوبه وموندلې جنابت یې بېرته راګرځي او غسل پرې واجبېږي. کله چې د تشو او يا ډکو میتیازو له امله بې اودسه شو او اوبه نه وې، نو تیمم کوي او بې اودسي یې لرې کیږي، خو کله چې اوبه ومومي، بېرته بې اودسه کیږي او اودس کول پرې واجبیږي، دلیل یې حدیث دی: "پاکه ځمکه د مسلمان د اودس لپاره وسیله ده، که څه هم د لسو کلونو لپاره اوبه ونه مومي، نو کله چې اوبه ومومي، له الله څخه دې ووېرېږي او خپل پوستکي ته دې اوبه ورسوي" او په بل حديث کې راځي: "د مسلمان طهارت ده" احمد روایت کړی او ترمذي ویلي: دا حديث حسن صحيح دی[1]. او مسافر درې ورځې او شپې پر خپلو موزو مسح کوي، د مقیم پر خلاف، چې هغه پرې یوه ورځ او یوه شپه مسح کوي. [1] ابو داود په كتاب الطهارة، باب الجنب يتيمم، شمېره (332)، او ترمذي په كتاب الطهارة، باب ما جاء في التيمم للجنب، شمېره (124)، او نسائي په كتاب الطهارة، باب الصلوات بتيمم واحد، شمېره (323)، او احمد (5/ 146) د ابو ذر له حدیث څخه نقل کړی دی، او لومړی یاد لفظ د بزار دی (9/387) شمېره (3973).
(ب)- د فرض لمانځه په اړه:
نو مسافر څلور رکعتي فرضي لمونځونه (ماسپښین، مازدیګر او ماخوستن) يوازې دوه رکعتي ادا کوي، له هغه وخت څخه چې له خپل ښار څخه ووځي تر هغه چې بېرته راستون شي، که سفر یې اوږد وي او که لنډ، په صحيح بخاري کې د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: "موږ د رسول الله ﷺ سره له مدينې نه مکې ته (د حجة الوداع په سفر) لاړو، نو هغه به يواځې دوه رکعتي لمونځ کاوه، تر دې چې مدينې ته راستانه شو. ما پوښتنه وکړه: په مکه مکې کې مو څومره موده تېره کړه؟ وېې ويل: هلته مو لس ورځې تېرې کړې" [2]. [2] بخاري په كتاب التقصير، باب ما جاء في التقصير کې په (1081) شمېره او مسلم په كتاب صلاة المسافرين وقصرها، شمېره (693) کې نقل کړی دی.
او له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی وایي چې : "الله تعالى لمونځ په لومړي ځل دوه دوه رکعت فرض کړی و، په حضر (اقامت) او سفر کې، بيا د سفر لمونځ په همدې حالت پاتې شو، او د حضر (اقامت) لمونځ کې زیاتلوالی راغی"[3]. [3] بخاري په كتاب الصلاة، باب كيف فرضت الصلاة في الإسراء؟ شمېره (350)، او مسلم في كتاب صلاة المسافرين وقصرها، شمېره (685) کې نقل کړی دی.
او د بخاري په یو بل روایت کې دي: "لمونځ په لومړي ځل دوه رکعتي فرض شو، بيا چې کله نبي ﷺ هجرت وکړ، نو څلور رکعتي فرض شو، او د سفر لمونځ په لومړني حالت پاتې شو" [4]. [4] بخاري په كتاب المناقب، باب من أين أرَّخوا التاريخ؟ (3935) شمېره رانقل کړی دی.
او په صحيح مسلم کې دي: "د سفر لمونځ د لومړنۍ فریضې پر بنسټ پاتې شو."[5]. [5] مسلم په كتاب صلاة المسافرين کې په (685/2) رانقل کړی دی.
او له رسول الله ﷺ څخه ثابت نه دي چې هغه دې په خپل کوم سفر کې لمونځ پوره ادا کړی وي، نو ډېرو علماوو د څلور رکعتي لمونځونو په قصر (دوه رکعته) ادا کول واجب ګڼلي دي، او په (صحیح البخاري) کې د عبدالرحمن بن يزيد څخه روايت دی، چې وایي:
"عثمان بن عفان رضي الله عنه په منى کې موږ ته څلور رکعتي لمونځ راکړ، کله چې دا خبره عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته ورسېده، هغه وویل "إنا لله و إنا إليه راجعون" بیا یې وويل: ما په منی کې د رسول الله ﷺ ، ابو بکر رضي الله عنه، او عمر رضي الله عنه سره دوه رکعتي لمونځ کړی دی، ای کاش چې د څلورو رکعتونو پر ځاي مې دوه قبول شوي رکعتونه په برخه شوی وای"[6]. عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د عثمان رضي الله عنه د پوره لمونځ کول له مصیبتونو څخه وګاڼه؛ ځکه یې د هغه لپاره استرجاع وکړه (یعنې "إنا لله وإنا إليه راجعون" یې وویل)، او څرګنده یې کړه چې د نبي ﷺ او د هغه د دواړو اصحابو سنت د دې خلاف دي. [6] بخاري په كتاب التقصير، باب الصلاة بمنى کې په: (1084) شمېره او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب قصر الصلاة بمنى کې په: (695) شمېره رانقل کړی دی.
عثمان رضي الله عنه د خپل خلافت په اوږدو کې شپږ یا اته کاله په منی کې لمونځ د قصر په توګه ادا کاوه، بیا یې پوره ادا کاوه، لکه څنګه چې په "صحیح مسلم" کې د ابن عمر رضي الله عنهما په حدیث کې راغلي چې هغه فرمایلي: "نبي ﷺ، ابو بکر، عمر، او عثمان رضي الله عنهم اته کاله – یا یې وویل: شپږ کاله – په منی کې د مسافر د لمانځه په ډول لمونځ ادا کړی دی" [7]. د هغه رضي الله عنه پوره لمونځ کول د یوه تاویل له امله و چې هغه رضي الله عنه ته څرګند شوی و، او په دې تاویل کې د آثارو او علماوو تر منځ اختلاف شته. [7] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب قصر الصلاة بمنى، شمېره (694/18) کې نقل کړی دی.
که یو مسافر د داسې امام تر شا لمونځ وکړي، چې پوره لمونځ کوي، نو په دې صورت کې اړینه ده چې مسافر خپل لمونځ پوره ادا کړي، په "صحیح مسلم" کې د موسی بن سلمه الهذلي څخه روايت دی وايي چې: "ما له ابن عباس رضي الله عنهما وپوښتل: 'کله چې زه په مکې کې اوسېږم او له امام سره لمونځ و نه کړم، نو څنګه لمونځ وکړم؟ هغه وویل: دوه رکعته، د ابو القاسم ﷺ د سنت مطابق " [8]. [8] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب صلاة المسافرين وقصرها کې په: (688) شمېره رانقل کړی دی.
همدارنګه په صحیح مسلم کې د نافع څخه روايت دی چې وايي: "کله چې ابن عمر رضي الله عنهما له امام سره لمونځ کاوه، نو څلور رکعته به یې کول، او کله به یې چې یوازې لمونځ کاوه، نو دوه رکعته به یې کول" [9]. [9] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب قصر الصلاة بمنى کې په(694/17) شمېره رانقل کړی دی.
که چېرته مسافر د لمونځ په سر او یا منځ کې له امام سره یو ځای شو نو د نبي ﷺ د عمومي وینا له مخې دې عمل وکړي: "هغه رکعتونه وکړئ چې تاسو نیولي او هغه نور پوره کړئ چې درڅخه تللي دي" [10]. [10] بخاري په كتاب الأذان، باب لا يسعى إلى الصلاة کې په: (636) شمېره او په باب قول الرجل: فاتتنا الصلاة کې په: (635) شمېره او مسلم په كتاب المساجد، باب استحباب إتيان الصلاة بوقار وسكينة کې په: (602) (603) شمېرو د ابو هريره او ابو قتاده له حدیث څخه رانقل کړي دي.
او د مسافر لپاره د ماسپښین او مازدیګر او یا د ماښام او ماخوستن لمونځونه یو ځای کول سنت دي، که چېرته هغه په سفر کې وي (یعنې د حرکت په حال کې وي)؛ "صحیح البخاري" کې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي چې: " کله به رسول الله ﷺ په سفر کې و نو د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه، او د ماښام او ماخوستن لمونځونه به یې سره یو ځای کول" [11]. [11] بخاري په كتاب التقصير، باب الجمع في السفر بين المغرب والعشاء، کې په: (1107) شمېره د تعلیق په شکل نقل کړی دی.
که چېرته مسافر په یو ځای کې مقیم شي، نو سنت طریقه دا ده چې جمع دې نه کوي؛ ځکه چې نبي ﷺ په منی کې نه یو ځای کول، ځکه چې هلته مقیم و، خو که یو ځای یې کړي باک نه لري، په تېره دا چې جمع کولو ته اړتیا ولري، لکه د کوم کار او یا د استراحت لپاره، او په "صحیحینو" کې د ابو جحیفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې،
"نبي ﷺ د مكې په ابطح سیمه کې له خپلې خیمې څخه راووت، ابو جحیفه وویل: هغه په غرمه یعنې سخته ګرمۍ کې بطحا ته ووت او اودس یې وکړ، د ماسپښين لمونځ یې دوه او د مازدیګر لمونځ یې دوه رکعتونه ادا کړل. حدیث [12]. [12] بخاري په كتاب المناقب، باب صفة النبي ﷺ کې په:(3553) شمېره، او مسلم په كتاب الصلاة، باب سترة المصلي کې په:(503) شمېره رانقل کړی دی.
په "صحیح مسلم" کې د سعید بن جبیر له لارې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي چې: "رسول الله ﷺ د تبوک د جګړې په سفر کې د ماسپښین او مازدیګر، او د ماښام او ماخوستن لمونځونه سره جمع کړل، سعید بن جبیر وویل: ما له ابن عباس رضي الله عنهما څخه وپوښتل: ولې هغه دا کار وکړ؟ هغه وویل: 'هغه غوښتل چې خپل امت په کړاو او تکلیف نه کړي" [13]. همدارنګه په مسلم کې د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه هم ورته مضمون راغلی دی [14]. [13] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب الجمع بين الصلاتين في الحضر کې په: (705/51) شمېره رانقل کړی دی. [14] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب الجمع بين الصلاتين في الحضر کې په:(706) شمېره رانقل کړی دی.
د «يحرج أمته» معنا دا ده چې خپل امت په کړاو او سختۍ کې اچوي.
(ج) د نفلي لمونځ په اړه:
د مسافر لپاره د مقیم په څېر د نوافلو ادا کول جواز لري، کولای شي د شپې لمونځ، وتر، د څاښت لمونځ، تحیة المسجد، او د کسوف لمونځ ادا کړي. او په صحیح البخاري کې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی وايي چې:
"ما نبې ﷺ ولیده چې کله به یې په بیړه سفر کاوه نو د ماښام لمونځ به يې ځنډ کړ، بیا به یې درې رکعتونه وکړل، سلام به یې وګرځاوه، او له ځنډ پرته به یې د ماخوستن لمونځ دوه رکعته وکړ، بیا به یې سلام وګرځاوه، د لمانځه پسې به يې تسبیح (نفلي لمونځ) نه کاوه تر دې چې نیمه شپه به پاڅېده"[15]. [15] بخاري په كتاب التقصير، باب هل يؤذن أو يقيم إذا جمع بين المغرب والعشاء؟ شمېره (1109)، او مسلم په مختصر ډول په كتاب صلاة المسافرين، باب جواز الجمع بين الصلاتين في السفر کې په: (703) شمېره رانقل کړی دی.
په (صحیحینو) کې د سعید بن یسار څخه روايت دی وايي چې: "زه د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما سره د مکې په لور په سفر کې وم، سعید وویل: کله چې زه ووېرېدم چې سهار به شي، نو ښکته شوم او وتر مې وکړل، بیا مې هغه لاندې کړ نو عبد الله بن عمر رضی الله عنهما وویل: چېرته وې؟ ما ورته وویل: ووېرېدم چې سهار به شي، نو ښکته شوم او وتر مې وکړل، هغه وویل: ایا ستا لپاره رسول الله ﷺ ښه نمونه او لارښود نه دی؟ ما وویل: ولې نه، په الله قسم، هغه وویل: رسول الله ﷺ به پر اوښ وتر لمونځ کاوه"[16]. [16] بخاري په كتاب الوتر، باب الوتر على الدابة کې په:(999) شمېره او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب جواز صلاة النافلة على الدابة في السفر کې: (700/36) شمېره رانقل کړی دی.
په صحیحینو کې د عبدالرحمن بن ابي ليلی څخه روايت دی وايي چې: "ما ته له ام هانئ رضي الله عنها پرته هېچا نه دي ویلي چې هغه رسول الله ﷺ لیدلی و چې د څاښت لمونځ یې کاوه ، له هغې څخه روايت دی چې د مکې د فتحې په ورځ، رسول الله ﷺ د هغې په کور کې اته رکعتونه ادا کړل [17]. [17] بخاري په كتاب التقصير، باب من تطوع في السفر في غير دبر الصلوات کې په: (1103) شمیره او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب صلاة الضحى کې په:(336/80) شمیره رانقل کړی دی.
په صحیحینو کې د ابي قتاده رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: "کله چې یو له تاسو څخه جومات ته ننوځي، تر هغه پورې دې نه کېني چې دوه رکعته لمونځ یې نه وي ادا کړی"[18]. [18] بخاري په كتاب التهجد، باب ما جاء في التطوع مثنى مثنى، شمېره (1163)، او مسلم په كتاب الصلاة، باب استحباب تحية المسجد، شمېره (714) کې نقل کړی دی.
په صحیحینو کې د عائشې رضي الله عنها څخه د کسوف د لمانځه په قصه کې روايت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: "لمر او سپوږمۍ د الله جل جلاله له نښانو څخه دوه نښانې دي، د چا د مړینې یا ژوند لپاره نه نیول کېږي، نو کله چې تاسو هغوی ولیدل - یعنې: د خسوف په حالت کې- نو تاسو لمانځه ته مخه کړئ" [19]. [19] بخاري په كتاب الكسوف، باب خطبة الإمام في الكسوف کې په: (1046)شمېره، او مسلم په كتاب الكسوف، باب صلاة الكسوف کې په: (901) شمېره رانقل کړی دی.
دا دوه حدیثونه عمومي حدیثونه دي، او نبي ﷺ په هغو کې ځانګړی وخت یا سفر او اقامت نه دی مشخص کړی.
په (صحیح البخاري) کې د جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روايت دی وايي چې: "نبي ﷺ به د سپرلۍ په سر نفل لمونځ کاوه، که څه هم مخ به يې د قبلې په خوا نه و"[20]. [20] بخاري په كتاب التقصير، باب صلاة التطوع على الدواب کې په: (1094) شمېره روایت کړی دی.
او (ال) په"التطوع" کلمه کې هم د جنس او هم د استغراق معنی افاده کوي (یعنې هر ډول نوافل) او دویم تاییدوي: خو اصل دا دی چې نفلونه تر هغه پورې مشروع دي، تر څو چې د ممانعت دليل وارد شي، او تر هغه چې موږ پوهېږو د منعې لپاره کوم دلیل نشته، پرته د ماسپښین او ماښام او ماخوستن د سنتو په لمونځونو کې، په صحیح مسلم کې د حفص بن عاصم بن عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روايت دی وايي چې: ما د ابن عمر رضی الله عنهما سره د مکې په لور سفر کاوه، هغه موږ ته د ماسپښین دوه رکعتونه وکړل، بیا خپل ځای ته ولاړ او موږ هم ورسره لاړو، بیا کېناست او موږ هم ورسره کېناستو، تر دې چې د لمانځه په ځای کې یې کسانو ته پام شو نوویې ویل: دا خلک څه کوي؟ ما وویل: تسبیح کوي - یعنې نفل لمونځ کوي-، هغه وویل: اې زما وراره! که ما غوښتل نفل لمونځ وکړم خپل لمونځ به مې بشپړ کړی وای، زه د رسول الله ﷺ سره په سفر کې ملګری وم، او هغه تر دوه رکعتونو څخه زیات نه کول تر څو چې الله تعالى یې روح قبض کړ او د ابو بکر رضی الله عنه سره هم ملګری وم، هغه هم تر دوه رکعتونو زیات نه کول تر څو چې الله تعالى د هغه روح قبض کړ، او د عمر رضی الله عنه سره هم ملګری وم، او هغه تر دوه رکعتونو څخه زیات نه کول تر څو چې الله تعالى هغه قبض روح کړ، او د عثمان رضی الله عنه سره هم ملګری وم، او هغه تر دوه رکعتونو څخه زیات نه کول تر څو چې الله تعالى هغه قبض روح کړ. الله تعالى فرمايي: ﴿بېشكه ستاسو لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښایسته پېروي شته﴾[21]. [الأحزاب:21]. [21] مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب صلاة المسافرين وقصرها، شمېره (689)، بخاري په مختصر ډول په كتاب التقصير، باب من لم يتطوع في السفر دبر الصلاة، شمېره (1101-1102) کې نقل کړی دی.
او د هغه د حدیث څخه دا څرګرندېږي چې نبي ﷺ د ماښام او ماخوستن په جمع کولو کې نفل او (سنت ) لمونځونه نه کول[22]. [22] دا مخکې په ( 7: مخ) کې ذکر شو.
د ابن عمر رضي الله عنهما د دې قول مراد چې وايي: «لو كنت مسبحًا لأتممت» "، دا دی چې: که زه د فرض لمونځ د تکمیلو لپاره د راتبه سنتو په توګه د نفلو ادا کوونکی وم نو ما به بشپړ لمونځ کړی و؛ په دې چې له هغه څخه ثابت دي چې هغه به په خپلې سپارلۍ نفل او وتر لمونځونه کول، او ويل به يې چې نبي ﷺ همدا کار کاوه.
د امام بخاري رحمه الله په "صحیح" کې په: «باب من لم يتطوع في السفر دبر الصلاة وقبلها»، او «باب من تطوع في السفر في غير دبر الصلاة وقبلها» تر عنوانونو لاندې روايتونه راغلي دي.
خو د سهار راتبه (سنت) به نبي ﷺ په حضر او سفر دواړو کې کول؛ ځکه چې نبي ﷺ د نورو ټولو نوافلو په پرتله د سهار په دوه رکعته سنتو ډېر ټینګار کاوه، او هېڅکله يې نه پرېښودل، لکه څنګه چې په "صحیح البخاري" کې د عائشې رضي الله عنها په روايت (3/ 42) په "الفتح" کې راغلي دي [23]. [23] بخاري په كتاب التهجد، باب تعاهد ركعتي الفجر، شمېره (1169)، او مسلم په كتاب صلاة المسافرين، باب استحباب ركعتي سنة الفجر کې په:(724/94) شمېره نقل کړی دی.
په "صحیح مسلم" کې د ابو قتاده رضي الله عنه نه روايت دی چې: هغه د نبي ﷺ سره و، او د هغه قصه يې بيان کړه چې د خوب له امله له دوی څخه د سهار لمونځ قضا شو، تر هغه چې لمر وختلو، بيا نبي ﷺ امر وکړ، نو دوی له خپل ځای څخه وکوچېدل، بيا نبي ﷺ ښکته شو، او اودس يې وکړ، بلال رضي الله عنه د لمانځه لپاره اذان وکړ، بيا رسول الله ﷺ دوه رکعته لمونځ وکړ، او هره ورځ به يې په هم دې ډول لمونځ کاوه [24]. [24] مسلم په كتاب المساجد، باب قضاء الصلاة الفائتة کې په: (681) شمېره روایت کړی دی.
په همدې ډول هغه د ابوهريره رضي الله عنه څخه هم نقل کړی دی 25]. مسلم په كتاب المساجد، باب قضاء الصلاة الفائتة کې په: (680) شمېره رانقل کړی دی.
موږ د مسافر د نفلي لمونځ په اړه ځکه تفصیل ورکړ چې ځينې خلک په دې نظر دي چې په مسافر هيڅ نفل نشته او څه چې موږ ياد کړل، دا ثابتوي چې مسافر - د ماسپښین، ماښام او ماخوستن په لمونځونو کې - سنت نه کوي او لدې پرته نور ټول نفلونه په خپل ځای پاتي دي. الله توفیق ورکوونکی دی.
مسافر کولای شي په سفر کې په سپرلۍ د پاسه نفل لمونځ وکړي، که څه هم یې مخ هرې خوا ته وي او د قبلې لور ته نه وي، په "صحیح البخاري" کې د جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روايت دی چې: نبي ﷺ به خپلې اوښې چې مخ یې د ختيځ په لور و نفل لمونځ کاوه، خو کله به یې چې غوښتل فرض لمونځ وکړي، ښکته به شو او قبلې ته به یې مخ کړ[26]. بخاري په كتاب التقصير، باب ينزل للمكتوبة، شمېره (1099) کې نقل کړی دی.
د سفر له احکامو څخه: په کار ده چې د مسافر سره ملګري وي چې زړه یې پرې تکیه وي، او د اړتيا پر مهال ورسره مرسته وکړي، او یوازې سفر کول ورته په کار نه دي، مگر دا چې ديني مصلحت وي لکه د الله په لاره کې جهاد او یا ورته نور مصلحتونه، په "صحیح البخاري" کې د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دی چې نبي ﷺ وفرمايل: "که خلک پوه شي چې په یوازیتوب کې څه خطرونه دي، هېڅکله به د شپې سفر کوونکی یوازې سفر و نه کړي[27]. بخاري په كتاب الجهاد، باب السير وحده کې په: (2998) شمېره رانقل کړی دی.
همدارنګه غوره ده چې مسافر سره د هغه نوم او پته شتون ولري، تر څو د کومې پېښې پر مهال ناڅرګند پاتې نه شي.
د سفر بل حکم دا دی چې: ښځه پرته له محرم نه سفر نه شي کولای، که سفر لرې وي او یا نږدې، که سفر د حج لپاره وي یا د بل څه لپاره، که ښځه ځوانه او ښکلې وي او که زړه او بدرنګه، که له خپلو ښځینه ملګرو او خپلوانو سره وي او که نه وي، که د امنيت احتمال وي او که نه وي، که سفر د الوتکې په ذریعه وي او یا د بل څه په ذریعه، په "صحیحینو" کې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي چې: ما له نبي ﷺ څخه اورېدلي چې خطبه کې یې فرمایل: « هېڅ سړی باید له ښځې سره یوازې خلوت و نه کړي مګر دا چې محرم ورسره وي، او ښځه باید سفر ونه کړي مګر دا چې محرم ورسره وي»، یو سړی پاڅېد او ويې ويل: اې د الله رسوله، زما ښځه حج ته تللې ده، او زما نوم په دې او دې جګړې کې لیکل شوی، نبي ﷺ وفرمايل: «لاړ شه، له خپلې ښځې سره حج وکړه» [28]، نبي ﷺ ښځه د محرم پرته له سفر کولو مطلق منع کړې ده، هغه یې د یو سفر څخه بل سفر پورې، له یوې ښځې څخه بلې ښځې پورې او له یو حالت څخه بل پورې محدود نه کړ، او له سړي یې د هغه د میرمنې په اړه تفصیلي پوښتنې ونه کړې. بخاري په كتاب الجهاد، باب من اكتتب في جيش فخرجت امرأته حاجة، کې په: (3006) شمیره او مسلم په كتاب الحج، باب سفر المرأة مع محرم کې په: (1341) شمېره رانقل کړی دی.
او محرم: د ښځې خاوند، او هر هغه څوک چې د قرابت، رضاعت، یا مصاهرت له امله د هغې سره د واده کولو څخه په دایمي ډول منع شوی وي.
د قرابت او رضاعت محارم اووه دي: پلار (او د هغه پلرونه)، زوی (او د هغه اولاده)، ورور (او د هغه اولاده)، د خور زوی (او د هغه اولاده)، تره (او د هغه پلرونه)، ماما (او د هغه پلرونه).
د خسرولۍ له مخې محارم څلور دي: د ښځې د میړه پلار، مهمه نه ده چې څومره پورته ځي، د ښځې د میړه زوی، مهمه نه ده چې څومره ښکته وي، د ښځې د لور میړه، مهمه نه ده چې څومره ښکته وي، او څلورم: د ښځې د مور میړه، مهمه نه ده چې څومره پورته وي، په دې شرط چې کوروالی یې ورسره کړی وي.
شرط دا دی چې محرم عاقل او بالغ وي، ځکه کوچنی او لېونی پوره برابر نه دي چې سفر ورسره وشي.
نو په دې اساس، که ښځه محرم ونه مومي، حج پرې فرض نه دی؛ ځکه چې د تګ توان لري.
حج کله فرض شوی؟
د علماوو د راجح قول له مخې، حج د هجرت په نهم يا لسم کال فرض شو؛ ځکه چې د هغه فرضیت د الله تعالی د دې قول پر اساس شوی دی: ژباړه: (او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري). [آل عمران:97]، او دغه آیت د آل عمران سورت په پیل کې دی، چې د هجرت په نهم کال کې د الوفود په کال کې نازل شوی دی.
او د حج په فرضیت کې د تاخیر حکمت دادی - او الله ښه پوهېږي - چې مکه مکرمه - الله دې نوره هم عزتمنده کړي - د قریشو د مشرکانو تر واکمنۍ لاندې وه، نو شونې نه وه چې پېغمبر ﷺ او د هغه صحابه دې په بشپړه توګه حج وکړي، د حدیبیې د عمرې قصه هم څه لرې نه وه، چې مشرکانو په شپږم هجري کال کې د رسول الله ﷺ او د هغه د صحابه و د عمرې د ادا کولو مخه ونیوله.
حج په هر عاقل، بالغ او توان لرونکي مسلمان فرض دی، چې په خپل مال او بدن سره یې ادا کړي.
او څوک چې بالغ نه وي، پر هغه حج فرض نه دی، خو که حج وکړي، د نفلي حج اجر به ورکړل شي، او کله چې بالغ شي، فرضي حج به ادا کوي؛ ځکه چې له بلوغ څخه مخکې د هغه حج، د مکلفیت له وخت څخه مخکې حج دی، دا داسې ده لکه څنګه چې هغه فرض لمونځ د هغې له وخت څخه مخکې ادا کړی وي.
څوک چې د نیستۍ له امله له حج کولو عاجز وي - لکه فقیر او غلام - پر هغه حج فرض نه دی، د الله تعالی د دې فرمان له مخې: ژباړه: (پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري). او دا توان نه لري، نو پر هغه حج فرض نه دی.
او څوک چې یوازې په فزیکي توګه د حج کولو توان نه لري او د ناتوانۍ د له منځه تللو تمه یې نه وي - لکه زوړوالی یا دوامداره ناروغي - نو کولی شي د ځان لپاره یو څوک وکیل وټاکي تر څو ترې حج وکړي، او که د ناتوانۍ د له منځه تلو امید یې وي، لکه بیړنۍ ناروغي، نو باید د خپلې روغتیا پورې انتظار وباسي او بیا دې حج ادا کړي، که له روغتیا مخکې مړ شو، نو له مال څخه یې باید ترې حج ادا شي.
کله چې حج پر مسلمان فرض شي، باید په چټکۍ سره یې ادا کړي؛ ځکه د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ امرونه چې د وخت پورې مقید نه وي او د ځنډولو لپاره یې قرینه نه وي، نو باید سملاسي پر ځای شي، د ابن عباس رضي الله عنهما په حدیث کې راځي چې پیغمبر ﷺ فرمایلي: ژباړه: "د حج په ادا کولو کې چټکي وکړئ - یعني فرضي حج-، ځکه چې یو له تاسو څخه نه پوهېږي چې هغه ته څه ورپېښیږي" [29]. دا حدیث احمد روایت کړی، او په سند کې یې ضعف شته، مګر دا نظر چې سمدستي باید ادا شي، عمومي دلایل لري چې دا حدیث تائیدوي. امام احمد په المسند (1/ 314) کې نقل راکړی.
څوک چې غواړي حج یا عمره ادا کړي نو له کوم ځایه باید احرام وتړي؟
څوک چې د حج یا عمرې اراده لري، باید له هغو میقاتونو څخه احرام وتړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ټاکل شوي دي او هغه پنځه میقاتونه دي:
لومړی: ذو الحلیفه (چې ابیار علي هم ورته وايي): د مدینې خلکو، او هغو لپاره دی چې د مدینې له لارې تېرېږي.
دویم: الجحفه -دا یو پخوانی او خراب کلی دی، چې اوس مهال خلک د هغه پر ځاي له رابغ څخه احرام تړي- د شام د خلکو، او د هغو خلکو لپاره میقات دی چې له دې لارې تېرېږي په دې شرط چې مخکې په ذو الحلیفه نه وي تېر شوی.
دریم: يلملم - په تهامه کې یو غر یا یو ځای دی، چې سعدیه هم ورته ویل کیږي- د یمن او د هغو خلکو لپاره میقات دی چې له لارې یې تېرېږي.
څلورم: قرن المنازل -چې السیل هم ورته وايي- د نجد او هغو خلکو لپاره میقات دی چې له دې لارې تېرېږي.
پنځم: ذات عرق -چې الضریبه هم ورته وايي- د عراق د اوسیدونکو او هغو خلکو لپاره میقات دی چې له دې لارې تېرېږي.
نو څوک چې دې میقاتونو ته ورسېږي او د حج یا عمرې نیت ولري، پر هغه احرام تړل واجب دی.
او څوک چې د هوا یا سمندر له لارې د میقات برابرۍ ته ورسیږي، باید احرام وتړي او دا ورته روا نه دي چې هوایي ډکر کې تر کوزیدو یا سمندري بندر ته د رسیدو پورې یې وځنډوي؛ ځکه چې دا د الله تعالی له حدودو څخه سرغړونه ده. ژباړه: (او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي، همدا کسان ظالمان دي). [البقرة:229].
څوک چې له دې میقاتونو څخه مکې ته نږدې وي، هغه له خپل ځای څخه احرام تړي، حتی د مکې خلک هم له حرم څخه احرام تړي، پرته له عمرې څخه چې له حرم څخه د باندې باید وتړل شي، یعني: له حرم څخه څو میله شاته؛ د رسول الله ﷺ د دې وینا پر اساس چې عبدالرحمن بن ابی بکر ته یې وفرمایل: "خپلې خور - یعني: عائشې رضي الله عنها- سره له حرم څخه د باندې لاړ شه، ترڅو د عمرې لپاره له هغه ځایه احرام وکړي"[30]. بخاري په كتاب الحج، باب قول الله تعالى: ﴿ٱلۡحَجُّ أَشۡهُرٞ مَّعۡلُومَٰت﴾ کې په: (1560) شمېره، او مسلم په كتاب الحج، باب بيان وجوه الإحرام کې په:(1211/123) شمېره د عائشې رضي الله عنها له حدیث څخه رانقل کړی دی.
او څوک چې له دې میقاتونو تېر شي خو د حج یا عمرې نیت و نه لري - لکه څوک چې د سوداګرۍ، د خپلوانو زیارت، یا زده کړې قصد ولري، او داسې نور- نو پر هغه احرام تړل نه واجبېږي؛ ځکه چې حج او عمره په ژوند کې له یو ځل څخه زیات فرض نه دي او احرام یوازې د حج او عمرې لپاره تړل کېږي.
د حج ډولونه او غوره ډول یې
حج درې ډولونه لري: تمتع، قران او افراد.
تمتع: دا چې د حج په میاشتو - یعنې د شوال د میاشت له داخلېدو وروسته- د عمرې لپاره احرام وتړي، او ادا یې کړي، بیا په همدې کال کې د حج لپاره احرام وتړي.
قران: چې حج او عمره سره یوځای کړي او د دواړو لپاره احرام وتړي، او یا د عمرې لپاره احرام وتړي او له طواف کولو مخکې حج ورګډ کړي.
افراد: چې یوازې د حج لپاره احرام وتړي.
ډېری علماء په دې اند دي چې انسان د حج په دې ډولونو کې خپلواک دی او د دې ډولونو ترمنځ د غوره ډول په اړه اختلاف لري، خو صحیح نظر دا دی چې تمتع غوره دی؛ ځکه چې نبي ﷺ خپلو صحابه و ته د تمتع پر حج امر کړی او ورته یې هڅولي دي، ځکه چې تمتع ډېر اعمال لري؛ او په تمتع کې د عمرې او حج ټول اعمال په بشپړه توګه ترسره کېږي، همدارنګه، د تمتع حج د هغه چا لپاره اسان دی چې مکې ته مخکې راغلی وي؛ځکه چې د عمرې او حج ترمنځ حل (احرام نه لرونکي حالت) کې پاتې کېدای شي.
په تمتع کې قربانۍ د جبران په توګه نه بلکې د شکرانې په توګه واجب ده له هغو (څارویو څخه) چې د قربانۍ لپاره کافي دی، لکه: پسه، د اوښ یا غوا اوومه برخه ده، د اختر په ورځ یا له هغې وروسته په دریو ورځو کې به یې ذبح کوي او په منی یا مکه کې یې ویشي او خوراک به ترې کوي او که چېرې هغه ونه مومي، نو باید د حج په جریان کې درې ورځې روژې ونیسي، چې له اختر وروسته له دریو ورځو څخه زیاتې نه وي او پاتې اووه ورځې هغه مهال روژه ونیسي چې خپل کور یا هیواد ته ستون شي.
قارن هم لکه د متمتع په څېر دی چې قرباني او یا یې بدل پرې واجب دی.
د تمتع حج لنډه طریقه، د عمرې له احرام څخه د حج تر پایه پورې
(الف) عمره
۱. کله چې وغواړي د عمرې لپاره احرام وتړي، غسل کوي لکه څرنګه چې د جنابت لپاره غسل کوي او په سر او ږیره اعلی خوشبویي لګوي، سپینې او پاکې جامې (لنګ او څادر) اغوندي، او ښځه د احرام لپاره هر هغه څه اغوستلی شي چې خوښه یې وي، خو چې زینت او بې حجابي په کې نه وي.
۲. که د فرض لمانځه وخت وي، لومړی فرض لمونځ کوي؛ او له هغې وروسته احرام تړي، او که د فرض لمانځه وخت نه وي، دوه رکعته لمونځ د اوداسه د سنت په نیت کوي، نه د احرام د سنت په نیت؛ ځکه چې د احرام سنت له نبي ﷺ څخه ثابت نه دي.
۳. بیا چې کله لمونځ وکړي د عمرې نیت کوي او وايي:«لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكِ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكِ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لَا شَرِيكَ لَكَ، لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ عُمْرَةً» سړي په لوړ او ښځینه په ټیټ غږ تلبیه وایي.
ډېره تلبیه ویل سنت دي، تر دې چې طواف پیل کړي، نو بیا تلبیه پرې کوي.
۴. کله چې مکې ته ورسېږي په طواف پیل کوي، د حجر الأسود په لور ځي او پرته له دې چې ټېل ماټېل جوړ کړي په ښي لاس سره یې لمسوي او بیا یې ښکلوي، او که دا کار شونی نه و، یوازې حجر الأسود ته اشاره کوي او الله اکبر وایي.
بیا لږ آخوا کیږي تر دې چې کعبه یې چپ لاس ته شي، کله چې یماني رکن ته ورسېږي - چې هغه د حجر الأسود پسې (د کعبې شریفې) وروستی کونج دی- نو که شونې وه له ښکلولو پرته پرې لاس راکاږي.
او اووه ګردشونه طواف کوي، سړی په لومړیو دریو ګردشونو چټک مزل کوي او په ټول طواف کې اضطباع کوي.
الرَّمَل: په چټکۍ او لنډو ګامونو سره قدم وهل.
اضْطِباع:(دې ته وایي) چې د څادر منځنۍ برخه د ښي تخرګ لاندې کړي او دواړه پیڅکې یې په چپه اوږه راواړوي.
او د طواف په اوږدو کې د الله ذکر کوي او تسبیح وایي، په عاجزۍ او د زړه له حضور سره د خپلې خوښې دعا غواړي، او کله چې حجر الأسود ته ورسیږي، نو "الله اکبر" وايي، او د حجر الأسود او رکن یمانی ترمنځ وايي: (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ). ژباړه: (ای زموږ ربه! مونږ ته په دنیا کې ښېګڼه (نیکمرغي، سلامتي، رزق) او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت، رحمت) راکړه، او مونږ د دوزخ له عذابه وژغوره). [البقرة:201]، او د هر ګردش لپاره په ځانګړي دعا پابندي کول په سنت کې هېڅ اساس نلري، بلکې دا یو نوی بدعت دی.
۵. او کله چې له طواف څخه فارغ شي، د مقام ابراهیم ترشا دوه رکعته لمونځ کوي، که څه هم له مقام (ابراهیم) څخه لرې وي، د فاتحې له قرائت څخه وروسته په لومړي رکعت کې: ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ﴾ سورت [الكافرون:1] او په دویم رکعت کې: ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ﴾ سورت لولي. [الإخلاص:1].
۶- بیا د صفا او مروه تر منځ سعي کوي - یعنې د دواړو ترمنځ - اووه ګردشونه، چې له صفا څخه پیلیږي او پر مروه یې پای ته رسوي.
او سنت دا دی چې: پر صفا او مروه وخېژي او قبلې ته مخ کړي، لاسونه پورته کړي او د الله تعالی ذکر او دعا وکړي.
او د نارینه و لپاره سنت دا دي چې: د دوو شنو نښو تر منځ تګ ګړندی کړي.
۷- کله چې یې سعې بشپړه کړه، خپل وېښتان لنډوي، په داسې ډول چې ټول وېښتان کم کړي، او ښځه یې د ګوتو د سرونو په اندازه لنډوي.
په دې توګه، عمره بشپړه شوه، او د احرام له حالت څخه ووت، نو کولی شي چې د ټولو هغو شیانو څخه چې الله تعالی ورته حلال ګرځولي و ګټه واخلي، په شمول د جامو، خوشبوی لګولو، کوروالی او داسې نورو شیانو څخه.
(ب) حج
۱- کله چې د ذي الحجې اتمه (د ترویې ورځ) شي، نو حاجي له هغه ځایه چې استوګن دی، د حج لپاره احرام تړي، او د احرام تړلو پر وخت کې هغه څه کوي چې د عمرې د احرام تړلو لپاره یې کول لکه: غسل کول، خوشبوی کارول، او د احرام جامې اغوستل.
۲- کله چې د احرام له تړلو فارغ شو په حج کې د داخلېدو نیت کوي او وايي: «لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك، لبيك اللهم حجًا»، نارینه یې په لوړ او ښځینه په ټيټ غږ وایي.
د اختر تر ورځې پورې د تلبیې زیات ویل سنت دي، کله چې د اختر ورځ شي او د عقبې جمره وولې بیا تلبیه ویل پرې کوي.
۳- بیا منی ته وځي، هلته ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه په قصر (له څلورو رکعتونو دوه رکعتونه) ادا کوي، خو سره یو ځای کوي یې نه.
۴- کله چې د نهمې ورځې لمر راوخېژي، عرفې ته روانیږي او -که ممکن و- په «نمره» کې د (زوال) تر وخته پاتې کیږي، که نه نو عرفې ته ځي او د لمر له زوال څخه وروسته وخت پورې هلته پاتې کیږي، په عرفه کې د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه سره قصر او یو ځای ادا کوي، بیا ځان د ذکر او دعا لپاره بې کاره کوي او د دعا پر مهال مخ قبلې ته کوي -که څه هم شا یې غره ته وي- تر دې چې لمر پرېوځي.
۵- کله چې لمر پرېوځي، مزدلفې ته ځي، هلته د ماښام لمونځ درې او د ماخوستن لمونځ دوه رکعته ادا کوي، په مزدلفه کې شپه تېروي، او د سهار د لمانځه نه وروسته تر هغه وخته ذکر او دعا کوي چې ښه رڼا شي.
۶- کله چې ښه رڼا ولګیږي منې ته ځي، کله چې هلته ورسېږي لومړی د عقبې جمره - چې مکې ته نږدې ده- په اوو تیږو پرله پسې ولي، چې هره تیږه د نخود له دانې لږه غټه وي، او د هرې تیږې له ویشتلو سره په خشوع او تعظیم سره «الله اکبر» وايي.
بیا که شونې وه، د جمرې له ویشتلو وروسته خپله قرباني ذبح کوي، بیا خپل ټول وېښتان خریي او یا یې لنډوي، خو خریل یې غوره دي، او ښځه د ګوتې د یو بند په اندازه د خپلې (کمڅۍ څوکې) اخلي.
د جمرې په ویشتلو او د وېښتانو په لنډولو سره د احرام لومړی تحلل ترسره کېږي، او کولی شي خپلې جامې واغوندي او خوشبو استعمال کړي، او هر هغه څه چې الله تعالی له احرام څخه مخکې ورته حلال ګرځولي و ترسره کړي، پرته له دې چې خپلې مېرمنې ته نږدې شي، ځکه مېرمن سره یو ځای کېدل ورته له دویم تحلل وروسته روا کیږي.
بیا مکې ته ځي او د حج له طواف او د صفا او مروه ترمنځ سعي کوي، لکه څنګه یې چې د عمرې لپاره طواف او سعي کړي وو، خو په دې طواف کې پرې«رمل» (چټک قدم وهل) او «اضطباع» (د یوې اوږې ښکاره کول) نشته، ځکه چې دا دوه کارونه یوازې په طواف القدوم کې سنت دي.
د جمرې په ویشتلو، ویښتانو خریلو یا لنډولو او طواف او سعي کولو سره ورته دویم تحلل هم حاصلیږي، چې په دې سره ورته هر هغه څه بیرته روا کیږي چې الله تعالی ورته له احرام څخه مخکې روا کړي وو، ان خپلې مېرمنې ته هم نږدې کېدلی شي.
او د اختر د ورځې کړنو لنډیز په لاندې ډول دی:
د عقبې جمره وېشتل.
د قربانۍ حلالول.
د وېښتانو خریېل او یا لنډول.
طواف او سعي.
سنت دا دي چې په همدې ترتیب ترسره شي، خو که ناشونې وه او ترتیب یې ترې ګډوډ شو باک نه لري.
۷- په منى کې د یوولسمې او دوولسمې شپو تېرول.
۸- په دې دواړو ورځو کې د لمر له زوال څخه وروسته درې واړه جمرې ولي، داسې چې لومړی له مکې څخه لرې (لومړنۍ جمره) په اوو تیږو پرله پسې ولي او له هرې تیږې سره «الله اکبر» وايي، او کله چې د جمرې له ویشتلو څخه فارغیږي لږ مخ ته ځي او له بېروبار څخه لرې کیږي، قبلې ته مخ کوي، لاسونه پورته کړي، او د خپلې خوښې اوږدې دعاګانې کوي، بیا دویمه جمره ولي، او په همدې ډول دعا کوي، بیا دریمه جمره (د عقبې جمره) ولي؛ کومه یې چې د اختر په ورځ ویشتلې وه-، او د ویشتلو طریقه یې لکه د دوو مخکنیو جمرو په څېر ده خو وروسته ترې دعا نه کوي.
۹- کله چې دوولسمې ورځې جمرې وولي، که یې غوښتل ديارلسمه ورځ په منی کې پاتې کیږي او د زوال څخه وروسته جمرې ولي؛ چې دا غوره عمل دی؛ ځکه چې د رسول الله ﷺ کړی دی، او په دې کې د صالح عمل زیاتوالی دی، او که یې غوښتل چې بیړه وکړي، په دولسمه ورځ د لمر له پرېولو وړاندې له منى څخه وځي.
په دې ورځو او شپو کې زیات تکبیرونه وایي او ذکر کوي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: ژباړه: او یادوئ! الله تعالی په څو شمېرل شویو ورځو (د تشریق) کې. [البقرة:203]، او د نبي ﷺ دا وینا چې فرمایي: ژباړه: « د تشریق ورځې د خوراک، او څښاک، او د الله د ذکر ورځې دي»[31]. مسلم په كتاب الصيام، باب تحريم صوم أيام التشريق، (1141) شمېره د نبيشة الهذلي له حدیث څخه نقل کړی دی.
په دې سره د حج اعمال پای ته ورسېدل.
د الوداع (خدای په امانۍ) طواف
کله چې حاجي د حج ټول مناسک ترسره کړي، او هیواد ته د تګ اراده وکړي، نو له مکې څخه نه وځي تر څو یې چې د خدای په امانۍ طواف نه وي کړی، چې دا به یې تر ټولو وروستی عمل وي.
خو د حائضه او نفساء ښځو لپاره د وداع طواف نشته؛ ځکه چې ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: «خلکو ته حکم شوی چې وروستی عمل یې د بیت الله (کعبې) طواف وي، خو دا طواف پر حائضې نشته»[32]. بخاري په كتاب الحج، باب طواف الوداع (1755) شمېره، او مسلم په كتاب الحج، باب وجوب طواف الوداع کې په: (1328/380) شمېره روایت کړي دي.
د احرام محظورات یا موانع
د احرام محظورات: دا هغه کارونه دي چې په احرام کې د احرام له امله حرام شوي دي:
او په لاندې ډول خلاصه کېږي:
۱- د سر وېښتان لرې کول، په خریلو او یا بل ډول، جمهورو علماوو د پاتې بدن وېښتان هم په کې شامل کړي دي.
۲- د لاسونو او یا پښو د نوکانو لرې کول، جمهور علماوو د وېښتانو په حکم کې شامل کړي دي؛ د اسانتیا رامنځته کېدو له مخه.
۳- له احرام تړلو وروسته په بدن، جامو، خوراک او یا څښاک کې د خوشبو استعمالول.
۴- دستکشې په لاس کول، چې هغه د لاسونو جورابې دي.
۵- د شهوت له مخې مباشرت او نږدېوالی.
د دې پنځو محظوراتو کفاره کې اختیار شتون لري، لکه څرنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې د سر د خریلو په اړه بیان کړی دی، او باقي محظورات پر دې قیاس کړئ، د درې ورځو روژه، او یا شپږ مسکینانو ته نیم نیم صاع خواړه ورکول، او یا د یو پسه په ذبح کولو کې اختیار ورکول کېږي، خواړه او پسه د مکې پر مساکینو او یا په هغه ځای کې چې محظور عمل یې ترسره کړی ووېشي.
۶- په فرج کې جماع کول، او که په حج کې د لومړي تحلل څخه مخکې وشي، څلور کارونه پرې مرتبېږي:
د هغه عمل (حج) باطلېدل چې جماع په کې شوې ده.
حج ته د دوام ورکولو وجوب.
په راتلونکي کال کې د حج قضایي راوړل.
د یو اوښ ذبح کول، او د مکې او یا د جماع کولو په ځای کې پر مسکینانو وېشل.
۷- د نکاح تړل، په دې کې فدیه نشته، مګر نکاح باطلېږي، که محرم خاوند وي، یا مېرمن، یا ولي وي، او یا د هغه وکیل.
۸- د وحشي ښکار وژل چې جریمه یې باید ورکړي، یعنې په څېر یې یو بل څاروی حلال کړي او د حرم پر غریبانو یې ووېشي، یا یې په ارزښت خواړه چې د حرم پر غریبانو یې ووېشي، او یا هر مسکین ته د خواړو ورکولو پر ځای یوه ورځ روژه ونیسي.
دا اته محظور شیان پر هر حاجي حرام دي، که حاجي نارینه وي او یا ښځینه، او لاندې دوه محظور کارونه یوازې نارینه وو ته ځانګړي دي:
۱ – یو څه سره سر پټول چې په سر نښتی وي، خو هغه شيان چې چسپېدلي نه وي – لکه خيمه، د موټر چت، او چترۍ – نو په دې کې هېڅ حرج او ګناه نشته.
۲ – ګنډل شوي جامه، هغه جامه چې د بدن یا د بدن د یوې برخې یا د یو غړي په اندازه ګنډل شوی وي، لکه کمیس، پرتوګ، موزې، مګر لنګ او رنګین څادر کې هېڅ حرج او ګناه نشته، همدارنګه ګوته په لاس کول، ساعت، د سترګو عینک، غوږۍ (ګوشکي)، د پیسو بکس، او د دې څېر شیانو کې هم حرج او ګناه نشته.
او ښځینه په لاندې محظور (منع) کې ځانګړي دي:
مخ په هر ډول پوښل، او ځینو علماوو ویلي دي: هغه څه چې پر ښځه حرام دي، یوازې نقاب دی، دا چې خپل مخ په داسې ټوټې (ټوکر) وپوښي چې د سترګو لپاره پکې سوري وکړي، خو غوره دا ده چې اصلاً خپل مخ و نه پوښي، مگر کله چې نا محرم سړي ګوري، نو په احرام او نورو حالتونو کې یې پټول لازم دي.
د دې ځانګړو ممانعتونو کفاره د مخکې یادو شوو پنځو کفارو په شان د خوښې پر اساس ده.
د هغه چا حکم چې دا محظورات ترې وشي.
د یادو منع شوو شیانو عملي کوونکی درې حالتونه لري:
لومړۍ دا چې له کومې اړتیا او عذر پرته محظور ترسره کړي، نو هم ګناه کار دی او هم پرې کفاره لازمه ده.
دویم حالت: که چېرې یو څوک د یوې اړتیا له مخې محظور (منع) ترسره کړي، نو ګناهګار نه دی، خو بیا هم پرې کفاره لازمه ده، الله تعالی فرمایي: ژباره: خو كه څوک له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. [البقرة:196]، که چېرې سړی د سر پوښلو ته اړتیا ولري - د یخنۍ یا ګرمي له وېرې-، نو هغه ته د سر پوښلو اجازه شته، خو پر هغه د مخکې یادو شوو اختیاري کفارو څخه د یوې ادا کول ضروري دي.
دریم حالت: که چېرې یو سړی د ناپوهۍ، تېروتنې، جبر یا خوب له امله محظور (منع شوی عمل) ترسره کړي، نو ګناه پرې نشته؛ او نه هم پرې کفاره لازمه ده؛ د الله تعالی د دې وینا له مخې: ژباړه: اې زموږ ربه! كه له موږ څخه څه هېره او خطا شوې وي، موږ پرې مه نيسه. [البقرة:286]، او په حدیث کې د نبي ﷺ څخه روایت دی چې فرمایي: ژباړه: "بېشكه الله زما امت ته د خطا، هېرې او هغو كارونو بخښنه كړې ده چې په جبر پرې شوي وي"[33]. ابن ماجه په كتاب الطلاق، باب طلاق المكره والناسي کې په: (2043) (2045) د ابو ذر او ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی دی.
خو کله چې عذر له منځه ولاړ شي، او د محظور (منع شوي عمل) په اړه پوه شي، او یا هغه (منع شوی عمل) یې رایاد شي، او یا جبر له منځه ولاړ شي، او یا له خوبه پاڅېږي، نو په هماغه ساعت کې د محظور (منع شوي عمل) څخه لاس اخیستل ضروري دي.
د مسجد نبوي زیارت
نبوي مسجد، یو له هغو درې مسجدونو څخه دی چې یوازې په قصد د هغو د زیارت لپاره سفر کېږي، دا درې مسجدونه دا دي: مسجد الحرام (مکه مکرمه کې)، نبوي مسجد (مدینه منوره کې)، مسجد اقصی (قدس کې). په مسجد نبوي کې یو لمونځ کول د نورو مسجدونو په پرتله (پرته له مسجد الحرام)څخه د زر لمونځونو څخه غوره دی، له همدې امله، په هر وخت کې د دې مسجد زیارت او په هغه کې لمونځ کول مشروع دی، او د حج د موسم پورې ځانګړی نه دی او د حج سره هېڅ اړیکه نه لري، ځکه حج پرته له دې هم بشپړېږي، او په پرېښودو یې کموالی نه راځي، خو خلکو د حج او مسجد نبوي د زیارت سفر یوځای کړی دی، ځکه چې د دواړو لپاره جلا جلا سفر کول، په تېره بیا د لرې هیوادونو اوسېدونکو لپاره، ډېر ستونزمن دی.
نو کله چې مسجد نبوي ته داخل شي، لومړی په هغه کې څومره چې غواړي لمونځ دې وکړي، بیا دې د نبي ﷺ قبر ته ځي، قبر ته یې مخامخ ودرېږي او ووايي: «السَّلَامُ عَلَيْكَ - أَيُّهَا النَّبِيُّ - وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، اللَّهم صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ؛ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ؛ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ؛ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ». ژباړه: " اې نبي! تاسې ته دې سلام وي او پر تا دې د الله رحمت او برکتونه وي، یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې، او پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
بیا یو څه ښي خوا ته مخکې ځي؛ تر څو ابو بکر صدیق (رضي الله عنه) ته سلام وکړي او ووايي: "السلام عليك يا أبا بكر، يا خليفة رسول الله ﷺ، رضي الله عنك، وجزاك عن أمة محمد خيراً". ژباړه: "تاسې ته دې سلام وي، اې ابو بکر! اې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خلیفه! الله دې له تا څخه راضي شه، او الله دې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له خوا تاسو ته ښه اجر درکړي".
بیا یو څه ښي خوا ته مخکې ځي؛ ترڅو عمر (رضي الله عنه) ته سلام وکړي او ووايي: "السلام عليك يا أمير المؤمنين عمر، رضي الله عنك، وجزاك عن أمة محمد خيراً". ژباړه: "تاسې ته دې سلام وي، اې امیر المؤمنين عمر (الله دې له تا څخه راضي شي)، او الله دې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له خوا تاسو ته ښه اجر درکړي".
او بیا مسجد قبا ته په اوداسه ځي او هلته لمونځ کوي.
بیا به د بقیع زیارت کوي، چې هغه د مدینې هدیره ده، هلته عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ته سلام کوي او قبر ته یې ودرېږي او داسې وايي: "السلام عليك يا أمير المؤمنين عثمان، رضي الله عنك، وجزاك عن أمة محمد خيراً"، ژباړه: "تاسې ته دې سلام وي، اې امیر المؤمنين عثمان بن عفان (الله دې له تا څخه راضي شي)، او الله دې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له خوا تاسو ته ښه اجر درکړي". بیا د بقيع د نورو اهل قبورو ته هم عمومي سلام کوي او د هغوی لپاره د مغفرت او رحمت دعا وکړي.
بیا د احد غره ته ځي چېرته چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د تره حضرت حمزه (رضي الله عنه) او د نورو شهیدانو قبرونه دي، او د هغوی لپاره د مغفرت او رحمت دعاګانې غواړي.
او ښځه د قبرونو زیارت نه کوي، نه د نبي ﷺ قبر او نه هم د نورو قبرونو.
په مدينه کې هېڅ نور ځای نه شته چې تګ ورته مشروع وي، نه مسجدونه او نه نور ځایونه، پرته له هغو چې موږ یې یادونه وکړه.
الله د توفیق ورکوونکی دی، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وآله وصحبه أجمعين.
لیکنه: الله تعالی ته محتاج
محمد الصالح العثيمين
Related books
All books
د عمرې مختصره طرېقه او احکام یې65 ژبېد عمرې مختصره طرېقه او احکام یې
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد: موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده چې د معتمر (عمرې کوونکي) لپاره د عمرې څرنګه والی، احکام، اداب، او هغه څیزونه بیان کړو چې هغو ته اړتیا لري. موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي.
د عمرې طریقه28 ژبېد عمرې طریقه
د شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله له خوا چمتو شوی کوچنی کتاب "صفة العمرة" د عمرې مراسم په روښانه او اسانه ډول تشریح کوي. تر څو د مسلمان لپاره په عاجزۍ او اسانتیا سره د خپلو مراسمو په ادا کولو کې د عملي لارښود په توګه کار وکړي، سربیره پر دې پکې د هرې مرحلې لپاره مسنونه دعاګانې او اذکار هم راوړل شوي دي.
د حج لنډه طریقه49 ژبېد حج لنډه طریقه
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد: دا د حج د ادا کولو د طریقې په اړه یو لنډ پیغام دی، موږ هڅه کړې چې ډیری هغه مسائل پکې بیان کړو چې حاجي ورته اړتیا لري. موږ له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې خاص د خپلې رضا لپاره یې وګرځوي او عامو مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي. پیلیزه
د اودس طریقه (عملي او لنډه تشریح)79 ژبېد اودس طریقه (عملي او لنډه تشریح)
د اودس طریقه (آسان ویډیويي کلیپ) دا یو اپلیکیشن دی چې ګام په ګام د اودس طریقه تشریح کوي، او ځکه اړین دی چې اودس د لمانځه د صحت لپاره شرط دی. ویډیو وګورئ او د اودس سمه طریقه زده کړئ. د اودس طریقه