صفة العمرة لابن باز
د عمرې طریقه
د عمرې طریقه
لیکوال
عبد العزيز بن عبد الله بن باز
الحمد لله وحده، وبعد،
دا د عمرې مناسکو ته یوه لنډه کتنه ده چې لوستونکي ته په لاندې ډول بیانیږي:
کله چې د عمرې اراده لرونکی ميقات ته ورسيږي، ورته مستحب دي چې غسل وکړي او ځان پاک کړي، او ښځه به هم همداسې کوي اګر که حیض او یا نفاس هم ولري، خو تر هغه وخته به له بیت الله نه طواف نه کوي چې پاکه شي او غسل وکړي.
سړی کولی شي له کالیو پرته په ځان خوشبویي ولګوي، که یې و نکړای شول چې په میقات کې غسل وکړي نو باک پرې نشته، او کولی شي چې مکې ته د رسیدو سره له طواف کولو نه مخکې غسل وکړي.
سړی به ځان له ټولو ګنډلو جامو لوڅوي او یو لنګ او څادر به اغوندي، او مستحب دي چې دا لنګ او څادر دواړه سپین او پاک وي.
او ښځه به په خپلو عادي کالیو کې احرام وکړي : (له نقاب، برقې او دستکشو پرته چې دا به لرې کړي او خپل مخ او لاسونه به له نامحرمو نارینه وو څخه په نورو داسې جامو وپوښي) چې زینت او شهرت ونه لري.
بیا به په زړه کې په مناسکو کې د داخلیدو نیت وکړي او په ژبه به ووایي: "لبيك عمرة" او یا "اللَّهُمَّ لَبَّيكَ عُمْرَةً " يعنې: ای الله! زه (د عمرې د ادا کولو اراده کوم) یعنې ستا اطاعت، او ستا امر منلو ته چمتو یم. او که د ناروغۍ او یا له دښمن څخه د ویرې له امله یې ډار درلوده چې مناسک به تر سره نه کړای شي، ورته روا دي چې د احرام تړلو پر مهال ووایي: «فَإِنْ حَبَسَنِيْ حَابِسٌ فَمَحِلِّي حَيْثُ حَبَسْتَنِي» ژباړه: «که چېرته کوم ایساروونکي ایسار کړم، نو له احرام څخه د خلاصیدو ځای مې هغه دی چېرته چې تا ایسار کړم» دلیل یې د ضباعة بنت الزبیر رضي الله عنها حدیث دی. [۱] د بيهقي السنن الكبرى: (۱۰۱۱۷) شمېره.
بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تلبیې سره تلبیه ووایي چې داسې ده: (لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لا شَرِيكَ لَكَ)، یعنې: «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم تا لره هیڅ شریک نشته، زه حاضر یم یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هیڅ شریک نشته». دا تلبیه به ډیره وایي او د الله تعالی ذکر او دعا به کوي تر دې چې کعبې شریفې ته ورسیږي. «لَبَّيْكَ اللّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكُ، لا شَرِيكَ لَكَ» «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم، تا لره هیڅ شریک نشته، زه حاضر یم، یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هیڅ شریک نشته». تر هغه پورې به دا تلبیه او د الله تعالی ذکر زیات کوي تر څو چې کعبې شریفې ته ورسیږي.
(نارینه به یې په لوړ غږ او ښځینه به یې په ټېټ غږ سره وایي لکه څنګه چې صحابه کرامو رضي الله عنهم کول).
کله چې کعبې ته ورسیده تلبیه ویل به پرې کړي، حجر الاسود ته به ورشي، هغې ته به مخ کړي، بیا به یې په ښي لاس سره لمس کړي، او که شونې وه نو مچې دې کړي او خلک به په ګڼې ګوڼې جوړولو نه ازاروي، او د لمس کولو پر مهال دې "ببِسْمِ اللهِ وَاللهُ أَكْبَرُ " ووایي، که مچې کول ورته ستونزمن و، په لاس، امسا او یا بل څه سره دې لمس کړي، او که لمس کول یې ستونزمن و د "اَللهُ أَكْبَرُ" په ویلو سره دې ورته اشاره وکړي.
د طواف د صحت لپاره شرط دا دی چې طواف کوونکی له وړې او غټې بې اودسۍ څخه پاک وي؛ ځکه چې طواف لکه د لمانځه په څېر دی، پرته لدې چې خبرې په کې کیږي.
کعبه شریفه به کیڼ لوري ته کړي او اووه ځلې به ترې طواف وکړي، کله چې یماني رکن ته ورسیږي، نو که شونې وه په ښي لاس سره به یې لمس کړي او "بِسْمِ اللهِ وَاللهُ أَكْبَرُ" به ووایي او مچې کوي به یې نه، که لمسول یې ورته ستونزمن و، همداسې به یې پریږدي او طواف ته به ادامه ورکړي؛ نه به ورته اشاره کوي او نه به تکبیر وایي، ځکه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دي.
او هر ځل چې له حجر الاسود څخه تېرېده نو لمسوي او ښکلوي به یې لکه مخکې مو چې وویل، که نه په تکبیر ویلو سره به ورته اشاره کوي. همدا رنګه رمل کول ورته مستحب دي - یعنې په چټکۍ سره نږدې ګامونه اخېستل- البته د طواف القدوم په لومړیو درې ګردشونو کې، او دا کار یوازې د سړیو لپاره دی. او په ځانګړې توګه د نارینه وو لپاره د قدوم د طواف په دریو لومړیو چکرونو کې لنډ لنډ چټک مزل کول مستحب دي.
همدارنګه د سړیو لپاره د قدوم د طواف په ټولو ګردشونو کې اضطباع مستحب ده، اضطباع دې ته وایي چې د څادر منځ د ښي تخرګ لاندې تېر کړي او دواړه پیڅکې په چپه اوږه واچوي. او اضْطِباع:(دې ته وایي) چې د څادر منځنۍ برخه د ښي تخرګ لاندې کړي او دواړه پیڅکې یې په چپه اوږه راواړوي.
په ټولو ګردشونو کې د امکان تر حده ډیر ذکر او دعا ویل مستحب دي.
د طواف لپاره ځانګړې دعا او یا ذکر نشته، بلکې هره دعا او ذکر چې ورته آسان وو هغه به کوي او د دواړو رکنونو تر منځ به وایي: ﴿رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ ژباړه: (ای زمونږ ربه مونږ ته په دنيا کې نعمت راکړه او په اخرت کې هم نعمت راکړه او د اور له عذابه مو وساته) [البقرة سورت: ۲۰۱ ایت] . په هر ګردش کې دې دا دعا ووایي، ځکه چې دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت ده.
او اوم ګردش به که شونې وه د حجر الأسود په لمسولو او مچې کولو، یا له تکبیر سره ورته اشارې کولو سره پای ته رسوي، لکه څنګه یې چې تفصیل وړاندې تېر شو. کله چې له دې طواف څخه فارغ شو، نو خپل څادر دې سم کړي او دواړه پیڅکې دې په سینه راوځړوي.
بیا که شونې وه د مقام ابراهیم شاته دوه رکعته لمونځ کوي، که هلته یې ونه کړای شول نو د جومات په هر ځای کې یې کولی شي. په دواړو کې به له فاتحې وروسته: (قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ) په لومړي رکعت او (قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ) په دویم رکعت کې لولي، دا غوره ده او که لدې پرته یې نور سورتونه وویل باک نه لري، بیا له دوه رکعته لمونځ وروسته یې که کولی شول حجر الاسود ته دې ورشي. ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ ۱﴾ (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې: اى كافرانو! [الكافرون: ۱ ایت] په لومړي رکعت کې، او ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ﴿۱﴾ (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى. [الإخلاص سورت:۱ایت] په دویم رکعت کې، چې دا غوره ده، او که له دې پرته یې بل سورت ولوست هم باک نه لري، بیا چې کله له دوو رکعتونو سلام وګرځوي نو که شونې وه حجر الأسود ته ورځي او په ښی لاس سره یې لمس کوي. د طواف له دوو رکعتونو وروسته که شونې وه زمزم اوبه څښل سنت دي.
بیا صفا ته وروځي، ورخیژي او یا یې تر څنګه ودریږي، خو که شونې وه ختل غوره دي او دا (آیت) لولي. ﴿إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلمَرۡوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِ ..﴾ (یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي ..). [البقرة سورت: 158 ایت].
دا مستحب دي چې قبلې ته مخ کړي د الله ستاینه ادا کړي، تکبیر ووایي او دا ذکر ووایي: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ). «له الله پرته بل په حقه معبود نشته، او الله تر ټولو لوی ذات دی، له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی هیڅ شریک نه لري، هغه لره پاچاهي او ټولې ثناوې دي او هغه پر هر څه قادر دی، نشته دی لایق د عبادت مګر یوازې هغه دی، الله خپله وعده پوره کړه او د خپل بنده مدد یې وکړ او په تنهایۍ سره یې احزابو او ډلو ته ماتې ورکړه». بیا چې ورته کومه دعا اسانه وه، لاسونه دې پورته کړي او ودې کړي، او دا (پورته) ذکر درې ځلې تکراروي. "اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ، لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ" [۲]، الله تر ټولو لوی دی، الله تر ټولو لوی دی، له الله پرته په حقه سره بل معبود نشته، الله تر ټولو لوی دی، الله تر ټولو لوی دی او الله لره ستاینه ده، له الله پرته په حقه بل معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري، هغه لره پادشاهي ده، هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه ځواکمن دی، له الله پرته په حقه بل معبود نشته، هغه یو دی، خپله ژمنه یې تر سره کړه او خپل بنده ته یې بریا ورکړه او په یوازې ځان یې لښکرې ماتې کړې، او په اسانه دعاګانو سره دعا کوي، بیا هغه اذکار او دعاګانې درې ځلې تکراروي، همدا هغه سنت طریقه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې ده، او (مخ به یې) قبلې لور ته وي. بيا راكوزیږي او مروا ته ځي تر دې چې لومړۍ نښې ته ورسیږي؛ نو نارینه مزل چټکوي تر دې چې دویمې نښې ته ورسیږي (اوسمهال شنه څراغونه). [۲] مسلم په: (۱۲۱۸) شمېره روایت کړی دی.
او د ښځې لپاره ګړندي کېدل نشته؛ ځکه چې هغه عورت ده، بیا مزل کوي تر دې چې مروا ته وخیږي او یا ورسره ودریږي او که شونې وه نو ختل غوره دي او هغه څه به وایي او کوي چې په صفا یې کړي و. بیا راکوزیږي نو د قدم په ځای کې قدم وهي او د ګړندي کېدو په ځای کې ګړندی کیږي تر دې چې صفا ته ورسیږي. په اوو ګردشونو کې د تګ او راتګ پر مهال همداسې کوي چې تګ یې یو ګردش او راتګ یې بل ګردش حسابیږي، او که په سپرلۍ یې سعې وکړه نو باک پرې نشته، په ځانګړې توګه که اړتیا وه. او چا چې په سپرلۍ سعی وکړه نو باک نه لري، په ځانګړې توګه د اړتیا پر مهال، او مستحب دي چې په سعی کې ذکر او آسانه دعاګانې وکړي، په داسې حال کې چې له لوی او وړې بې اودسۍ څخه پاک وي.
او مستحب دي چې د سعې پر مهال زیات ذکر او ورته آسانه دعاګانې وکړي. او دا چې د وړې او لویې بې اودسۍ څخه پاک وي، او که له طهارت پرته یې سعې وکړه هم صحیح ده.
کله یې چې سعې بشپړه کړه خپل ویښتان خروي او یا یې کموي او خرول غوره دي، او که چېرته یې مکې ته راتلل حج ته په نږدې وخت کې و نو د ویښتانو کمول ورته غوره دي، تر څو پاتې ویښتان په حج کې وخروي. او ښځه به خپل ویښتان موټی کړي او د ګوتې د یو بند په اندازه به ترې واخلي، نو کله چې محرم یاد کارونه تر سره کړل عمره یې بشپړه شوه، الحمد لله، او هر هغه څه ورته روا شول چې د احرام له امله پرې حرام شوي و. ( د عمرې په پاې کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه رکعته لمونځ نه دی کړی، نو که څوک ورسره مینه لري د هغه په څېر عمل دې وکړي). ﴿لَّقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِي رَسُولِ ٱللَّهِ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرٗا 21﴾ (بېشكه ستاسې لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پیروي شته، خصوصا هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي). [الأحزاب سورت: 21 ایت].
الله تعالی دې موږ او زموږ ټولو مسلمانانو ورونو ته په دین کې پوهه او ثبات ورکړي، او له ټولو دې قبول کړي، هغه سپېڅلی سخي ذات دی.
وَصَلَّى اللهُ وَسَلَّمَ عَلَى عَبْدِهِ وَرَسُوْلِهِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وَّعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ بِإِحْسَانٍ إِلَى يَوْمِ الدِّيْنِ.
د عمرې د مناسکو په اړه (دا لنډه لیکنه) د مهربان شیخ له دفتر څخه په 13/2/1416هـ کې په (مجموع فتاوى ومقالات الشيخ ابن باز 17/ 425) کې صادره شوې ده.