سریزه الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن استنَّ بسنته، واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد: دا لنډ پېغام دی چې د مسلمان لپاره پکې د ذی الحجې د لسو ورځو فضیلت اړوند تر ټولو ضروري مسایل بیان شوي دي، موږ دا د حرمینو شریفینو زیارت کوونکو ته راټول کړي، تر څو د خپل دین په اړه پوهه او بصیرت ولري، له کريم او منان ذات څخه هيله لرو چې دغه پیغام ګټور، نېک او د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، بېشکه هغه تر ټولو غوره ذات دی چې سوال ترې کیږي او تر ټولو سخي ذات دي چې هیله ترې کېږي. د ذي الحجې د لسیزي فضیلتونه:
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن استنَّ بسنته، واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:
دا لنډ پېغام دی چې د مسلمان لپاره پکې د ذی الحجې د لسو ورځو فضیلت اړوند تر ټولو ضروري مسایل بیان شوي دي، موږ دا د حرمینو شریفینو زیارت کوونکو ته راټول کړي، تر څو د خپل دین په اړه پوهه او بصیرت ولري، له کريم او منان ذات څخه هيله لرو چې دغه پیغام ګټور، نېک او د خپلې خوښۍ لامل وګرځوي، بېشکه هغه تر ټولو غوره ذات دی چې سوال ترې کیږي او تر ټولو سخي ذات دي چې هیله ترې کېږي.
د ذو الحجې (لومړۍ) لسیزه ستر فضيلت لري، الله تعالى په خپل کتاب او رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل سنت کې د دې ورځو فضیلت بیان کړی دی، دا هغه ورځې دي چې الله تعالى پرې په خپل کتاب کې پدې وینا سره سوګند یاد کړی دی:قسم دى په فجر (سبا) باندې.او په لسو شپو.[الفجر: 1-2]،د ابن عباس، ابن الزبير، مجاهد، ابن كثير، ابن القيم او نورو سلفو او خلفو علماوو په وینا دا د ذو الحجې لس ورځې دي. [1][1] تفسير ابن كثير ( 4/ 106)، او زاد المعاد (1/ 56).
دا هغه ورځې دي چې پدې کې د عمل فضيلت د الله تعالی په لار کې له جهاد څخه هم غوره دی، دلیل یې د ابن عباس رضي الله عنهما حديث دی چې فرمایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي:"داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډیر محبوب وي"، صحابه وو رضي الله عنهم وويل: "ای د الله رسوله! حتی د الله په لار کې جهاد هم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "هو، حتی د الله په لاره کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې له خپل ځان او مال سره جهاد ته ووځي او هېڅ شی بېرته رانه وي" [2].[2] بخاري او ترمذي روایت کړي، او لفظ د هغه دی.
د ذی الحجې په لسیزه کې د اعمالو فضلیتونه:
۱- حج او عمره ادا کول:
دا د دې لسو ورځو تر ټولو غوره عمل دی، د نبي صلى الله عليه وسلم د دې وینا پر اساس:«څوک چې د دې کور (بیت الله) حج وکړي، او له جماع (شهواني عمل) او هر فسق څخه ځان وساتي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي».او د مسلم په لفظ کې (راځي):«څوک چې دې کور (بیت الله) ته راشي، او له جماع (شهواني عمل) او فسق (ګناهونو) څخه ځان وساتي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي»[3].د هغه دا وینا: (څوک چې د الله لپاره حج وکړي) الحمد لله په عمومي مفهوم کې حج او عمره دواړه شاملیږي. او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«یوه عمره تر بلې عمرې پورې د دواړو تر منځ د ګناهونو كفاره ده، او د قبول شوي حج بدله یوازې جنت دی»[4].[3] بخاري او مسلم روایت کړي.[4] بخاري او مسلم روایت کړي.
۲- د دې لسو ورځو (يا څومره ورځې چې شوني وي) روژه نيول: د نبي صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر اساس:"هېڅ داسې ورځې نشته چې په هغو کې صالح عمل الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډېر محبوب وي"او روژه د صالحو اعمالو له ډلې یو ستر عمل دی او نبي صلى الله عليه وسلم د روژې په نیولو ټینګار کړی او خلک یې ورته هڅولي دي، له هغو څخه د هغه صلی الله علیه وسلم دغه وینا ده چې فرمایي:"هېڅ بنده نشته چې د الله په لار کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې په دې ورځ به الله د هغه مخ د اویا کلونو په اندازه له اور څخه لرې کړي" [5].[5] بخاري او مسلم روایت کړي.
۳- قرباني د نحر (قربانۍ)په ورځ او د تشریق په ورځو کې مشروع ده، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې:«رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه سپین ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله» [6].[6] بخاري او مسلم روایت کړي.
او له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:"د قربانۍ په ورځ د بني آدم هیڅ عمل الله تعالی ته د وينې له بهېدو (قرباني) څخه ډېر محبوب نه دی، د قیامت په ورځ به څاروی له خپلو ښکرونو، ویښتانو او نوكانو سره راوړل شي، او د هغوی وینه به پر ځمکه له بهېدو وړاندې د الله تعالى پر وړاندې ومنل شي، نو دا کار د زړه په خوښۍ سره وکړئ او پرې خوشحاله شئ» [7].[7] ترمذي روایت کړی.
کله چې د ذو الحجې لس ورځې راورسېږي؛ نو هغه څوک چې قرباني کوي، خپل ویښتان او نوکان دې نه اخلي؛ د ام سلمې رضي الله عنها د حدیث له مخې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«کله چې تاسو د ذو الحجې میاشت (هلال) ولید او تاسو کې چا غوښتل چې قرباني وکړي؛ نو خپل نوکان او وېښتان دې نه اخلي».او په بل لفظ کې (راځي):«... له خپلو ویښتانو او نوکانو څخه دې نه اخلي ترڅو چې قرباني وکړي» [8].[8] مسلم روایت کړی.
۴. په دې لسو ورځو او د تشریق په ورځو کې تکبير(الله اکبر)، تهليل (لا اله إلا الله) ويل او ذکر كول؛ د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د حدیث له مخې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:«د الله تعالى په نزد له دې لسو ورځو څخه ډيرې عظيمې او د عمل له پلوه ډيرې محبوبې ورځې نشته، نو په دې ورځو کې ډير (تهليل - لا اله الا الله)، تکبير (الله اکبر) او تحميد (الحمد لله) ووايئ»[9].[9] احمد روایت کړی.
تکبير دوه قسمه او په لاندې ډول دي:
لومړی قسم: مطلق تکبير، دا هغه تکبير دی چې د لمونځونو پسې وخت پورې مقيد نه دی؛ بلکې په هر وخت کې مشروع دی.
مطلق تکبیر د ذو الحجې له لومړۍ ورځې څخه پیلېږي او د تشریق د ورځو تر آخره پورې وي: په ټولو وختونو کې، په شپه او ورځ، لارو، بازارونو، مسجدونو، کورنو، او په هر هغه ځای کې چې د الله تعالی ذکر جايز وي.
لومړی: مقید تکبیر د عرفې په ورځ د سهار له لمانځه وروسته پیلیږي او د تشریق په دریمه ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته پای ته رسیږي. دا د هغو کسانو لپاره دی چې حج نه کوي، خو د حاجي لپاره، مقید تکبیر د قربانۍ د ورځې له غرمې وروسته پیلیږي.
دویم: د تکبیر ویلو طریقه: (اللَّه أكبر، اللَّه أكبر، لا إله إلا اللَّه، واللَّه أكبر اللَّه أكبر ولله الحمد)[10].[10] وګورئ: المغني لابن قدامة (3/ 290)، او: الشرح الكبير مع المقنع او: الإنصاف (5/ 380).
۵. څوک چې په حج کې نه وي باید د اختر لمانځه ته ټینګه پاملرنه وکړي، وختي ووځي او خطبه واوري؛ ځکه دا د اسلام له سترو شعیرو څخه یوه ده؛ د دې شعیرې د ستروالي له امله، ښځو ته امر شوی چې د لمانځه ادا کولو ته ووځي، آن پیغلې او حیض لرونکې ښځې هم له کورونو څخه ووځي؛ له ام عطیه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې:"موږ ته به امر کېده چې د اختر په ورځ ووځو، حتی باکره پېغلې له خپلو خونو څخه او حیض لرونکې ښځې هم راوباسو، ترڅو د خلکو تر شا ودریږي او د دوی له تکبیرونو سره تکبیر ووایي، او له دعا سره یې دعا وکړي او د دې ورځې د برکت او پاکیزګۍ هیله ولري".او په بل لفظ کې راځي:"او حیض لرونکو ښځو ته یې امر وکړ چې د مسلمانانو د لمانځه له ځای څخه لرې پاتې شي" [11].[11] بخاري او مسلم روایت کړي.
۶. د ډېرو نیکو اعمالو ترسره کول، د نفلي عبادتونو په شمول لکه لمونځ، صدقه، د قرآن کریم تلاوت، په نیکیو امر او له بدیو څخه منع کول، له ګاونډیانو سره احسان او نیکي، د کورنۍ اړیکې ساتل او همدارنګه نور نیک کارونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمومي وینا پر اساس (چې فرمایي):"داسې ورځې نشته چې په هغو کې صالح عمل الله تعالى ته د دې لسو ورځو څخه ډېر محبوب وي"، صحابه کرامو رضي الله عنهم وويل: "ای د الله رسول! ایا حتی د الله په لاره کې جهاد هم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "هو، حتی د الله په لاره کې جهاد هم، مګر هغه سړی چې له خپل ځان او مال سره جهاد ته ووځي او هېڅ شی بېرته رانه وي"[12].[12]بخاري او ترمذي روایت کړي، او الفاظ د هغه دی.
له الله تعالى څخه غواړو چې څه مو زده کړل هغه راته ګټور وګرځوي او هغه څه را زده کړي چې ګټور وي؛ بېشکه هغه سخي او کریم ذات دی، وصلى الله وسلم على نبينا محمد و علی آله وسلم تسليماً كثيرًا.
امام محمد بن عبدالوهاب. باب دی په فرضيت د اسلام کې ...او د الله تعالی دا قول: {او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي} د آل عمران سورت: ۸۵ آیت) او د الله تعالی دا قول: {او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي} [۲] (الأنعام: ۱۵۳) [1] آل عمران سورت ۸۵ آيت. [۲] الأنعام سورت ۱۵۳ آيت. مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي. او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی…
د دعا فضیلت او آداب او هغه وختونه چې دعا کول پکې مستحب دي:
9 ژبې
د دعا فضیلت او آداب او هغه وختونه چې دعا کول پکې مستحب دي:
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، أما بعد: یقینا دعا له هغو لویو کارونو څخه ده چې بنده پرې خپل رب ته نږدې کېږي، او دعا غوښتل دلیل دی په عاجزي کولو د بنده خپل رب ته، او پر خپله کمزورۍ د هغه اعتراف ده، ناچارۍ او خوارۍ د خپل رب پر وړاندې، حال دا دی چې انسان ته پرته د خپل رب له مرستې او کومک نه بله چاره او لاره نشته؛ او له دې وجې نه الله تعالی هغه څوک چې دعا غوښتل پرېږدي، کبرجن بللي، الله فرمايي: او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم، یقینا هغه کسان چې لویي کوي زما له عبادت څخه خامخا به جهنم ته ذلیل (خوار) ننوځي. سورت غافر آیت نمبر 60 او رسول الله صلی الله علیه…
ليکنه: شيخ عبد العزيز بن عبد الله بن باز "الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله وخيرته من خلقه سيدنا و إمامنا محمد بن عبد الله، وعلى آله وأصحابه ومن والاه. وبعد، محترمو ورونو او ګرانو بچيانو، په دې وينا (محاضره) کې درته داسې څه وړاندې کوم، چې فکرونه مو روښانه او حقايق څرګند کړي، د الله او بندګانو لپاره نصيحت، او د هغه چا يو څه حق ادا کول چې په اړه يې وينا کوم، د وینا عنوان دی: د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سيرت. کله چې خبره د مصلحينو، دعوتګرو او نوښتګرو اړوند وي، د دوی د احوالو، نېکو خويونو او لويو کارونو يادونه په کې وي، او د دوی هغه سيرت په کې تشريح کېږي چې پر…
بسم الله الرحمن الرحيم آیا له ځان څخه دې پوښتنه کړې ده: اسمانونه او ځمکه او څه چې په هغو کې له سترو مخلوقات څخه دي چا پیدا کړي؟ دا دقیق او پراخ نظام چا جوړ کړی؟