رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».
له ابو الزبیر څخه روایت دی وایي:
له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له الله پرته بل هېڅ حال بدلوونکی او ځواک نشته، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته دبل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني او ويې ویل چې : « رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».
كَانَ ابْنُ الزُّبَيْرِ يَقُولُ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ حِينَ يُسَلِّمُ: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ» وَقَالَ: «كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُهَلِّلُ بِهِنَّ دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه وروسته دغه ستر ذکر کاوه، چې معنا یې دا ده: "لا إله إلا الله": یعنې: له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته. "وحده لا شريك له" یعنې: هغه لره په الوهیت، ربوبیت، نومونو او صفتونو کې هېڅ شریک نشته. "له الملك" هغه لره پادشاهي ده" ؛ مطلقه، عامه، شامله او پراخه واکمني، چې د اسمانونو، ځمکې او څه چې د دوی تر مېنځه دي د ټولو واکمني هغه لره ده. "وله الحمد" هغه په مطلق کمال سره یاد شوی، په هر حال کې په بشپړ محبت او لویۍ سره په آسانتیا او سختۍ کې ستایل شوی. "وهو على كل شيء قدير" او هغه په هر څه قادر دی، ځواک یې بشپړ او هر اړخیز دی، هېڅ شی هغه لره عاجزولای نشي، او هېڅ کار د هغه لپاره ناشونی ندی. "لا حول ولا قوة إلا بالله" یعنې له یو حالت نه بل ته او د الله جل جلاله له اطاعت څخه نافرمانۍ ته اوړېدل نشته مګر د الله په توفیق سره؛ هغه ذات توفیق ورکوونکی او پر همغه توکل دی. "لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إياه": "له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او مونږ له هغه پرته د بل چا عبادت نه کوو" پدې کې د الوهیت پر معنا او د شرک په نفي ټینګار شوی او دا چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق ندی. "له النعمة وله الفضل": هغه لره لورینه او مهرباني ده، دی هغه ذات دی چې نعمتونه پيدا کوي او لري یې او له خپلو بندګانو څخه یې چې چاته وغواړي هغه ته یې ورکوي. "وله الثناء الحسن": د هغه لپاره ښایسته ستاینه ده؛ د هغه په صفتونو، افعالو، نعمتونو او هر حال باندې. "لا إله إلا الله، مخلصين له الدين": "نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی (مونږ هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو)": یعنې په یووالي کې هغه ته اخلاص کوونکي یو، نه ځان ښودنه کوو او نه د الله تعالی په پيروي کې ځان مشهوروو. "ولو كره الكافرون"، "که څه هم کافران له دې څخه کرکه لري" یعني: د الله جل جلاله په وحدانیت او د هغه په عبادت کې ثابت قدمه یو، که څه هم کافران دا بده ګڼي.
الثناء: تكرار المدح والذكر.
د هر فرض لمانځه نه وروسته دا ذکر کول مستحب دی.
مسلمان په خپل دين وياړي او د عباداتو ښودنه یې کوي، که څه هم کافر ترې کرکه کوي.
کله چې په حدیث کې د "دُبر الصلاة" کلمه راشي، یعنې د لمانځه په پای کې: نو که په حدیث کې له کوم ذکر څخه یادونه شوي وي، نو اصل دا دی چې هغه به له لمانځه څخه وروسته وي او که چېرته دعا وي نو هغه به په لمانځه کې له سلام ګرځولو څخه مخکې وي.
نور (13)
صحيح مسلم (1/ 415) (594).
سبل السلام شرح بلوغ المرام.
للصنعاني (1/ 293).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (17/ 61).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمصطفى الخِن وغيره (2/ 973).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (2/ 499).
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.
لعلي القاري (2/ 762).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 492).
په کتابونو کې یاد شوی
10 کتابونه- د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیتكَيفِيَّةُ صَلَاةِ النَّبِيِّ ﷺ ژباړه: (له الله پرته بل معبود نشته، یوازې، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له ګناه څخه ګرځېدل نشته او د نېکو کارونو توفيق نشته مګر د الله په مرسته، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یې مخه نشي نیولی، ا
- د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام«لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاَللَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَ
نور (8)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير. لا حول ولا قوة إلا بالله، لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه، له النعمة وله الفضل، وله الثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون".
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون، صدق الله وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده" .
- العلم الواجب بدون فقه وبدون زيادات1لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَ
- تطبيق القرآن والأذكارأذكار الصباح والمساء((لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)) (مائةَ مرَّةٍ إذا أصبحَ)[30].
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلم«لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ، وَلَهُ الحَمدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ لَهُ النِّعْمَةُ وَ
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلملَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير
- رسالة في الأذكار1«لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ، وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ، وَلَه
- ما لا يسع أطفال المسلمين جهله«لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَلَا نَعْبُدُ إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ و