Skip to content
المَائدة /

آيت ٦

٥ : ٦

آيت ٦ of المَائدة (٥ : ٦). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

المَائدة آيتونه ١٢٠
سورت · المَائدة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٥ : ٦

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِۚ وَإِن كُنتُمۡ جُنُبٗا فَٱطَّهَّرُواْۚ وَإِن كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوۡ جَآءَ أَحَدٞ مِّنكُم مِّنَ ٱلۡغَآئِطِ أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُم مِّنۡهُۚ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجۡعَلَ عَلَيۡكُم مِّنۡ حَرَجٖ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمۡ وَلِيُتِمَّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ

ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې موتر ښینګرو (ګیټو) (و وينځئ) او كه جنب وئ نو ځان ښه پاك كړئ، او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانه‌مومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ.