د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي»
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دی. او له هغې څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سُبْحَانَكَ اللهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللهُمَّ اغْفِرْ لِي» زیات ویل، یعنې قرآن به یې عملي کاوه.
مَا صَلَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلاَةً بَعْدَ أَنْ نَزَلَتْ عَلَيْهِ: {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] إِلَّا يَقُولُ فِيهَا: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي». وعَنْها قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ فِي رُكُوعِهِ وَسُجُودِهِ: «سُبْحَانَكَ اللهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللهُمَّ اغْفِرْ لِي» يَتَأَوَّلُ الْقُرْآنَ.
د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله پر نبي صلی الله علیه وسلم {إذا جاء نصر الله والفتح} نازل شو: نو د قرآن د عملي کولو په موخه یې د الله تعالی د امر عملي کولو ته بیړه وکړه، چې فرمايي: {فسبح بحمد ربك واستغفره}. یعنې: د خپل رب پاکې دې له ستاینې سره بیانوه او له ده نه مغفرت غواړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سبحانک» ډېر ویل: یعنې تا لره پاکي ده له هرې هغې نېمګړتیا څخه چې ستا د شان سره نه ښایي، «اللهم ربنا وبحمدك» یعنې ای زموږ ربه، زه ستا د ستاینې سره تسبیح وایم، ستا هغه ډول ډول ستاینه کوم چې ستا د ذات، صفاتو او کړنو د کمال ښایي، «اللهم اغفر لي» یعنې ای الله! ماته بخښنه وکړه، زما ګناهونه لیري کړه او ترې تېر شه.
په رکوع او سجده کې د دې دعا ډېر ویل مستحب دي.
د عمر په وروستیو کې په استغفار کې دې ته اشاره ده چې عبادات – په ځانګړي ډول لمونځ – باید همداسې په استغفار سره پای ته ورسول شي، چې شوې نېمګړتیاویې پکې جبران شي.
تر ټولو غوره هغه څه چې الله تعالی ته د دعا د قبلولو په خاطر وسیله کیږي، هغه ذات په ستاینو او سپېڅلتیاوو سره یادول دي او دا چې هغه ذات له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی.
د استغفار (بخښنې غوښتلو) فضیلت او دا چې په هر حال کې غوښتل کیږي.
د نبي صلی الله عليه وسلم د بندګۍ بشپړوالی او د الله د امر بشپړه پيروي.
4967).
نور (12)
صحيح البخاري (6/ 178) (4968.
صحيح مسلم (1/ 350-351) (484).
تيسير العلام.
للبسام (ص214).
تنبيه الأفهام.
للعثيمين (2/ 278).
الإفهام في شرح عمدة الأحكام.
لابن باز (ص263).
الإلمام بشرح عمدة الأحكام.
لإسماعيل الأنصاري (1/ 176).
خلاصة الكلام.
فيصل المبارك (ص97).
په کتابونو کې یاد شوی
16 کتابونه- د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمانځه کیفیتكَيفِيَّةُ صَلَاةِ النَّبِيِّ ﷺ ژباړه: «پاکې ده تالره ای ربه، ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه».
- د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام«سُبْحَانَكَ الْلَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، الْلَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» [38]، «پاکې ده تالره ای ربه، ته منزه او پاک یې، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه».
- د طهارت، لمونځ او جنازې فقهي احکام«سُبْحَانَكَ الْلَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، الْلَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» [42]، (اې زموږ ربه تا لره پاکي ده، او ټولې ستاینې تا لره دي، اې الله ما ته بخښنه وکړه).
نور (13)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"سبحانك اللهم ربنا وبحمدك اللهم اغفر لي".
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي".
- تطبيق القرآن والأذكارأذكار الصلاة((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي))[58].
- تطبيق القرآن والأذكارأذكار الصلاة((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي)) [66].
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلم«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي»[58].
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلمسُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلم«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» [66].
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلمسُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي
- رسالة في الأذكار1كان النبي صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ أن يقول في ركوعه وسجوده: «سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» يَتأوَّلُ القرآن.
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 1 «سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي».
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«سبحانكَ اللّهم ربَّنَا وبحمدِكَ، اللّهم اغْفرْ لي».
- صلاتنا الخاشعة"سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي" ([22])
- موسوعة الأسئلة (المجموعة الأولى)«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي»