Skip to content

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه

د مغیره ابن شعبه له کاتب وَرَّاد څخه روایت دی وایي چې: مغیره بن شعبه راباندې هغه لیک ولیکه چې معاویه ته یې لیږه چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې له الله تعالی پرته بل معبود بر حق نشته، هغه يو دی، شريک نلري، هغه لره (د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، اې الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې، د هغه څوک مانع بندوونکی نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې، د هغه څوک ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال ستا د عذاب (په لرې کولو کې).

أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه څخه وروسته دا دعا وېله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې: د توحید په کلمې؛ لا ِاله اِلا الله، اقرار او اعتراف کوم، حق عبادت الله تعالی ته ثابتوم، او له هغه پرته یې له نورو څخه نفي کوم، نو له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او پدې اقرار کوونکی یم چې حقیقي او بشپړه پادشاهي یوازې الله لره ده، او الله تعالی د ځمکې او آسمانونو د خلکو د ستاینې مستحق دی، هغه پر هر څه ځواک لري، او هغه څه چې الله تعالی له ورکړې او یا منع کولو څخه مقدر کړي وي، منع کوونکی یې نشته، او د هغه په وړاندې د مالدار مالداري ګټه نه لري، بلکې یوازې نیک عمل ورته ګټه رسوي.

د کلمو معناوې

أملى: ألقى علي لأكتب.

لا ينفع ذا الجد منك الجدّ: لا ينفع ذا الغنى منك غناه.

د حديث له ګټو څخه

له لمونځونو څخه وروسته دا ذکر مستحب دی ځکه چې د توحيد او ستاینې الفاظ پکې راغلي دي.

د سنتو په عملي کولو او خپرولو کې بیړه کول.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (1/ 168) (844).

صحيح مسلم (1/ 414) (593).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري (6/ 134).

المفهم لما أشكل من تلخيص كتاب مسلم (2/ 84).

النهاية في غريب الحديث والأثر (ص140).

البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (13/ 181).