Skip to content

اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».

كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدْعُو وَيَقُولُ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ». وفِي لَفْظٍ لِمُسْلِمٍ: «إِذَا فَرَغَ أَحَدُكُمْ مِنَ التَّشَهُّدِ الْآخِرِ، فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْ أَرْبَعٍ: مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د وروستي تشهد پسې او له سلام ګرځولو څخه مخکې له څلورو شیانو څخه په الله جل جلاله پناه غوښتله او مونږ ته یې امر کړی چې مونږ هم ترې پناه وغواړو، لومړی: د قبر له عذاب څخه. دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه. دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه. څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

دا پناه غوښتل له مهمو او جامعه دعاګانو څخه دي، ځکه چې د دنیا او آخرت له شر څخه پناه غوښتلو ته شاملېږي.

د قبر د عذاب ثبوت او دا چې حق دی.

د فتنو خطر او له هغو څخه د خلاصون لپاره له الله تعالی څخه د مرستې او دعا غوښتلو اهمیت.

د دجال د راوتلو او د هغه د فتنې د لوی والي ثبوت.

د وروستي تشهد پسې د دې دعا ویل مستحب والی.

د هر نېک عمل پسې د دې دعا ویل مستحب والی.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (2/ 99) (1377).

صحيح مسلم (1/ 412) (588).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (1/ 172).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص212).

خلاصة الكلام شرح عمدة الأحكام.

لفيصل آل مبارك (ص96).