اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد - صلی الله علیه و سلم - د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي:
مونږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، تر دې چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته یې وویل: اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد - صلی الله علیه و سلم - د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله»-. ويې ويل: "ته رښتيا وایي". نو مونږ حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه" هغه وویل: " دا چی په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د خیر او شر په تقدیر باور ولرې؛ " هغه وویل: "رښتیا دې وویل". ویې فرماییل: "د احسان په اړه خبر راکړه ." هغه وویل: "دا چې د الله تعالی عبادت پداسې توګه وکړې لکه چې ته هغه وینې، خو که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني". ويې وییل: ماته د قيامت په اړه خبر راکړه، ويې فرمایل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه ندى، هغه وويل: له نخښانو څخه یې خبر راکړه". ويې ويیل: "دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابله (لوڅ پښې)، بربنډ ، محتاج ، شپانه یو له بل څخه په ابادیو کې وړاندیوالی کوي". بیا هغه روان شو، نو ما یو څه وخت انتظار وکړ، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرماییل: دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي».
بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ يَوْمٍ إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ، حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ، وَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ، أَخْبِرْنِي عَنِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا» قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَعَجِبْنَا لَهُ، يَسْأَلُهُ وَيُصَدِّقُهُ، قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ، قَالَ: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ» قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِحْسَانِ، قَالَ: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ السَّاعَةِ، قَالَ: «مَا الْمَسْؤُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ» قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنْ أَمَارَتِهَا، قَالَ: «أَنْ تَلِدَ الْأَمَةُ رَبَّتَهَا، وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ» قَالَ: ثُمَّ انْطَلَقَ، فَلَبِثْتُ مَلِيًّا ثُمَّ قَالَ لِي: «يَا عُمَرُ، أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟» قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ، أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ».
عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي چې جبرائیل علیه السلام صحابه کرامو ته د یو نا پېژندل شوي سړي په شکل ورغی، هغه پداسې بڼه و چې جامې يې تکې سپينې وې او وېښتان يې تک تور و، د سفر کومې نخښې پرې نه ښکارېدې لکه ستړتیا، دوړې، ګډوډ وېښتان، د کالیو خېرنوالی، او په حاضرو کسانو کې هېچا نه پېژانده، حال دا چې دوی ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې د یوه زده کوونکي په بڼه کېناست او د اسلام په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو هغه د اسلام پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې په دوو شهادتینو اقرار، پنځه وخته لمونځونو ادا کولو، مستحقو کسانو ته زکات ورکولو، د رمضان میاشتې روژې نیولو او پر توانمند د حج ادا کولو ته شامل و. پوښتونکي وویل: رښتیا دې وویل، نو صحابه کرام د هغه له پوښتنې کولو څخه حیران شول چې د هغه ناپوهي یې ښودله او بیا یې بیرته - ځواب ـ تصدیقاوه. بیا یې ترې د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د ایمان پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې د الله تعالی په وجود او د هغه پر صفاتو ایمان، هغه لره د هغه په افعالو کې په یووالي ایمان لکه: پیدا کول، هغه لره په عبادت سره یو ګڼل، او دا چې ملائکې الله جل جلاله له رڼا څخه پیدا کړي دي او هغو د - الله تعالی - عزتمند بندګان دي چې د الله پاک د حکم نافرماني نه کوي، د هغه امر پر ځای کوي، او د هغه پر کتابونو ایمان چې د هغه لخوا پر رسولانو نازل شوي دي لکه: قرآن، تورات، انجیل او نور، او په هغو پېغمبرانو ایمان چې د هغه له طرفه يې دين خلکو ته رسوي، د هغوی له جملې څخه نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او نور پیغمبران علیهم السلام دي چې وروستى یې محمد صلى الله عليه وسلم دی، او د آخرت په ورځ ايمان، چې له مرګ نه وروسته قبر او برزخي ژوند ته شاملیږي، او دا چې انسان له مرګ نه وروسته ژوندی کیږي او حساب ورسره کیږي، او دا چې برخلیک به یې جنت او یا دوزخ وي، او پر دې ایمان چې الله تعالی د خپل مخکیني علم، حکمت او لیکنې پر بنیاد ټول شیان اندازه کړي دي، او دا چې دا هر څه د هغه د خوښې او تقدیر سره سم کیږي او دا چې دا هر څه یې د کومې موخې لپاره پیدا کړي دي. بیا یې ترې د احسان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه خبر ورکړ چې احسان دې ته وایې چې پداسې توګه د الله تعالی عبادت وکړي لکه چې الله ویني، خو که چېرته ورته دې مرتبې ته رسېدل ناشوني وي، نو بیا دې د الله تعالی داسې عبادت وکړي لکه چې الله یې ویني، نو لومړۍ د لېدو مرتبه ده چې تر ټولو لوړه ده او دویمه د څار مرتبه. بیا یې ترې پوښتنه وکړه چې قیامت کله دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیان کړه چې د قیامت په اړه پوهې باندې الله تعالی ځان ځانګړی کړی دی، نو د هغه له مخلوقاتو څخه پرې هېڅوک نه پوهیږي، نه پوښتل شوی او نه پوښتونکی. بیا یې ترې د قیامت د نخښانو په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته یې واضحه کړه چې له نخښانو څخه یې د وینځو زیاتوالی او د هغوی د اولادونو زیږون دی، او یا د اولادونو لخوا د مورګانو نافرماني، چې لکه د وینځو په څېر رویه به ورسره کوي او دا چې د مېږو په شپنو او غریبانو باندې به په وروستۍ زمانه کې د مال دومره پراخي راشي چې د ودانیو په سینګار او جوړولو کې به یو پر بل ویاړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې سوال کوونکی جبرائیل علیه السلام و او د دې لپاره راغلی و چې صحابه کرامو ته حقیقي دین ورزده کړي.
...:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره اخلاق، چې هغه د خپلو اصحابو سره ناست و او هغوی هم ورته کېناستل.
له پوښتونکي سره د مهربانۍ چلند او ځانته د رانږدې کولو مشروعیت، تر څو له اندیښنې او ویرې پرته پوښتنه وکړي.
له ښوونکي سره ادب لکه څرنګه چې جبرئیل علیه السلام وکړل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته په بشپړ ادب سره کېناست تر څو ترې زده کړه وکړي.
د اسلام رکنونه پنځه او د ایمان اصول (بنسټونه) شپږ دي.
کله چې اسلام او ایمان یو ځای ذکر شي نو له اسلام څخه مراد ظاهرې (ښکاره) او له ایمان څخه باطني او یا غیبي چاري مراد دي.
پدې اړه وضاحت چې دین بیلابېلې مرتبې لري چې لومړۍ مرتبه یې: اسلام، دویمه: ایمان او دریمه احسان ده او دا یې تر ټولو لوړه ده.
اصل دا دی چې پوښتونکی نه پوهیږي، او ناپوهي د پوښتنې کولو لامل وي، لدې امله صحابه کرام حیران شول چې هم پوښتنه کوي او هم یې ځواب تصدیقوي.
له مهم څخه په مهمتر پیل کول؛ لدې امله د اسلام د تفسير پر مهال له دوو شهادتینو سره پیل وشو او د ايمان په تفسير کې په الله تعالی باندې له ايمان سره پيل وشو.
له عالمانو څخه د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پوښتونکی پرې پوهیږي، تر څو پرې نور پوه شي.
د قیامت په اړه پوهه هغه څه دي چې الله تعالی پرې ځان ځانګړی کړی دی.
نور (10)
صحيح مسلم (1/ 36) (8).
التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثا النووية (ص7).
شرح الأربعين النووية.
لابن عثيمين (ص19).
فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين.
للعباد (ص15).
الأحاديث الأربعون النووية وعليها الشرح الموجز المفيد.
لعبد الله المحسن (ص7).
تاج العروس من جواهر القاموس.
للزبيدي (2/ 460).
په کتابونو کې یاد شوی
48 کتابونه- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله داسې عبادت وکړه لکه څنګه چې ته هغه ګورې، که چیرته ته هغه نه وینئ، نو هغه تا ویني»
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ» "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د آخرت په ورځ، او د خیر او شر په تقدیر ایم
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «دا چې د الله داسې عبادت وکړې چې ګواکې ته هغه وینې، نو که ته هغه نشې لیدلی هغه به تا هرومرو ویني».
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله عبادت په داسې شکل وکړه چې ګویا ته یې وینې، او که ته یې نشې لیدلی هغه خو هرومرو تا ویني».
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» "د الله داسې عبادت کول لکه څنګه چې ته هغه ګوري، نو که ته هغه نشي لیدلی، نو هغه تا ویني".
- درې ګوني اصول او دلایل یېویې فرمایل: «چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې وینې، که چیرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني».
- درې ګوني اصول او دلایل یېهغه وويل: «پدې (ځواب) له پوښتونکي څخه پوښتل شوی ډیر نه پوهیږي».
- د اسلام فضيلت.{اسلام دا دی چې ته ګواهي ورکړې چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نشته، او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله رسول دی؛ لمونځ قايم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او که په وس کې دې وه -د بيت الله شريف- حج ادا کړې} [۸]
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.فعن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ، إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِ
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ». قَالَ: صَدَقْتَ. "چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د آخرت په ورځ، او د خیر
نور (38)
- الإسلام أصوله ومبادئه(الإسلام أن تشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمداً رسول الله، وتقيم الصلاة وتؤتي الزكاة، وتصوم رمضان، وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلاً) [197]،
- الإسلام دين كامل«هُوَ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» [1].
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الأول)«الْإِحْسَانَ: أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»
- الخطب المنبرية موسوعة الخطب المنبرية (القسم الثاني)«أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»"
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الثالث)«الْإِحْسَانُ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»
- العقيدة الصحيحةدروس العقيدة الصحيحة«فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ، قَالَ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»
- العلم الواجب بدون فقه وبدون زيادات1(أَن تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ).
- العلم الواجب بدون فقه وبدون زيادات1(أَن تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِن لَّمْ تَكُن تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ).
- المناهج التعليمية - الصف السادسالمناهج الدراسية - الفقه - الصف السادس «الإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا»[9].
- المناهج التعليمية - الصف السادسالمناهج الدراسية - الفقه - الصف السادس «الإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا»[24].
- حراسة التوحيدالعقيدة الصحيحة وما يضادها «الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»[1].
- خذ عقيدتك من الكتاب والسنة الصحيحة"الإسلام أن تشهد أن لا إله إِلا الله وأن محمدًا رسول الله، وتُقيم الصلاة، وتؤتي الزَّكاة، وتصوم رمضان، وتَحجَّ البيت إن استطعت إليه سبيلًا".
- خذ عقيدتك من الكتاب والسنة الصحيحة"الإيمان: أن تؤمن باللهِ، وملائكتِه وكتبه، ورسلِه، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدَر خيره وشره"
- خذ عقيدتك من الكتاب والسنة الصحيحة«الإحسان أن تعبدَ الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراهُ فإنه يَرَاك»
- خطبة عرفة(الإِسْلاَمُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا).
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 1 «بَيْنَمَا نَحْنُ جُلُوسٌ عِنْدَ رسولِ الله صلى الله عليه وسلم ، ذَاتَ يَوْمٍ إذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَديدُ بَياضِ الثِّيَابِ، شديدُ سَوَادِ الشَّعْرِ، لا يُرَىٰ عَلَيْهِ أَثرُ السَّفَرِ، وَلا يَعْرِفُهُ منَّا أحَدٌ، حَتَّىٰ جَلَسَ إلَ
- سؤال وجواب حول الإسلام«الإِحْسَانُ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»
- شرح الأصول الثلاثة«أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ» [21]
- شرح الأصول الثلاثةقَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِيمَانِ؟ قَالَ: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ» قَالَ: صَدَقْتَ.
- عقيدة الأئمة الأربعة«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»
- قاموس الكبائر موسوعة الكبائر - المجموعة الأولى«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ، فَإِنَّهُ يَرَاكَ» [50].
- قاموس الكبائر«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ، فَإِنَّهُ يَرَاكَ» [50].
- كيف أكون مسلمًا؟1(الإِسْلاَمُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا)
- ما لا يسع أطفال المسلمين جهله«فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِيمَانِ، قَالَ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَاليَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»[3].
- مادة العقيدة الإسلامية(أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر خيره وشره).[65]
- مادة العقيدة الإسلامية(قَالَ فأخبرني عَنِ السَّاعَةِ. قَالَ مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ. قَالَ فأخبرني عَنْ أَمَارَتِهَا. قَالَ أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا، وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ
- مجموعة زاد التفسير (2)التفسير 2«ما المسْؤُولُ عَنْها بأعْلَمَ من السَّائلِ».
- مجموعة زاد الحديث (1)الحديث 1قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ الله صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ، إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ، حَتَّى جَل
- مشروع المنهج التعليميمادة التوحيد مستوى 2«الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ﷺ وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا»، قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: ف
- مشروع منهاج زادكزادك 1 طالببَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ، إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ، حَتَّى جَلَسَ إِ
- نبذة في العقيدة الإسلامية (شرح أصول الإيمان)نبذة في العقيدة الإسلامية«الْإِيمَانُ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ: خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»[3].
- نبراس طالب (1)1«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»، قَالَ: صَدَقْتَ.
- نبراس طالب (1)1«الْإِسْلَامُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا».
- نبراس طالب (1)1«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ».
- نبراس طالب (1)1«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ».
- نبراس طالب (1)1«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»
- نبراس طالب (2)نبراس طالب (2) «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ»